بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الحـجرات د منتخبو آیتونو شرح د حجرات سورت ټوليزه منځپانګه : په دې سورت کې پخپله د پېغمبر اکرم (ص) او د اسلامي ټولنې د وګريو د خپلمنځي اړيکو په هکله مهم ټکي او هم ډېر مهم اخلاقي موضوعات پکې اوڅار شوي؛نو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين الله په نامه
د سورة الحـجرات د منتخبو آیتونو شرح
د حجرات سورت ټوليزه منځپانګه : په دې سورت کې پخپله د پېغمبر اکرم (ص) او د اسلامي ټولنې د وګريو د خپلمنځي اړيکو په هکله مهم ټکي او هم ډېر مهم اخلاقي موضوعات پکې اوڅار شوي؛نو دې ته د اخلاقو او آدابو سورت هم ويلاى شو.( نمونه، 22: 129 مخ.)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۲﴾ = مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه په ناپامۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.
إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۳﴾ = په حقيقت كې څوک چې د الله د استازي پر وړاندې خپل غږونه راټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې الله يې زړونه تقوا (او ځان ساتنې) لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي (او) دوى ته بښنه او ستره بدله ده .
إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾ = په رښتینه كې هغوى چې د کوټو تر شا نارې دروهي، ډېرى يې نه پوهېږي.
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾ = او كه په رښتيا ستا تر راوتو يې صبر كړى واى؛ نو هرومرو دا ورته غوره وه او الله لورین بښونكى دى.
2 تر 5_ د پېغمبر اکرم (ص) پر وړاندې د آدابو مراعاتول: ځينو له پېغمبراکرم (ص) سره داسې خبرې كولې ته وا له يو عادي وګړي سره خبرې كوي. پر نهم هجري كال چې ((عام الوفود)) هم ورته وايي د ټبرونو ډلې به د اسلام راوړو لپاره مدينې ته راتلې. نوي راغلي به، كله نا كله د پېغمبر (ص) د خونې وره ته درېدل، په لوړ غږ به يې ويل، چې ((اې محمده! بهر راووځه)). دې چلن پردې سربېره، چې د رسول الله (ص) استراحت يې ګډوډاوه، يو ډول سپکاوی يې هم و؛ نو ځكه قرآن د همدې سورت په څلورم آيت كې، دا ډول وګړي ناپوهه شمېرلي او په دې هكله سم چلن يې په پينځم آيت كې ويلى دى. پېغمبر (ص) نه يوازې د چلن په دې برخه كې له پرديو او بېدياني عربو خپګان درلود، ځينو نژدې اصحابو او يارانو يې هم پر وړاندې د خبرو ادب ته پاملرنه نه کوله. روایت شوى: د ((بني تميم)) ټبر يو پلاوى مدينې ته راغى. هر يو حضرت ابو بكر (رض) او حضرت عمر (رض)، ليده كاتو ته یې يو تن وټاكه. د پېغمبر (ص) پر وړاندې يې د تن په ټاكنه كې اړپېچ د شخړې لامل شوى او پېغمبر (ص) خپه شو؛ نو ځكه پر وړاندې يې د دا ډول چلن د مخنيوي لپاره دويم او درېيم آيتونه رانازل شول، چې ددې ډول ناوړه كړنو پايله يې د ښو كړنو ((حبط)) او منځه وړل ښوولي دي. وړ ده، چې پوه شو، چې ولې د پېغمبر اکرم پر وړاندې دا ډول بې احترامي د كړنو د بدلې د منځه وړو لاملېږي. علت يې دادى، چې په ظاهر كې درناوى، پېغمبر (ص) ته له باطني درناوي راولاړېږي او په ډاګه ده، چې كړنې مو د ګروهې او د ايمان د مرتبو زېږنده دي او دغسې ناوړه چلن او دغسې شخصيت ته بې اعتنايي، پخپله پېغمبر اکرم او ديني مقدساتو ته زړګنۍ بې اعتنايي راښيي. پام مو وي، چې دا ډول درناوی، په عظيم الشان پېغمبر (ص) پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې ټول اسلامي مشران، پوهان، استادان، مورو پلار او عمومي مشران دا ډول درناو وړ دي.( منشور جاويد، 7: 397 او 399 مخونه.)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴿۶﴾ = مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر درته راووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.
6_د فاسقانو په خبره غوږ مه ګروئ: ددې آيت په شان نزول كې راغلي، چې د ((وليد بن عقبة)) په هكله نازل شوى، چې پېغمبر (ص) د زكات راټولو لپاره د ((بني المصطلق)) ټبر ته لېږلى و. د ټبر وګړي خبر شول، چې د پېغمبر (ص) استازى راغلى؛ نو په خوشحالۍ يې هركلي ته ووتل؛ خو داچې په جاهليت كې ددې ټبر او وليد ترمنځ سخته دښمني وه؛ نو وليد وانګېرل، چې وژنې ته یې راوتلي دي؛ نو پېغمبر (ص) ته راستون شو او ويې ويل: زكات يې نه راكاوه. پوهېږو، چې د زكات نه وركړه، د اسلامي حكومت پر ضد يو ډول پاڅون انګېرل كېږي؛ نو ځكه نوموړی مدعي و، چې دوى مرتدان شوي دي. پېغمبر (ص) سخت خپه شو او هوډ يې وکړ، چې جګړه ورسره وكړي. دا آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې امر وكړ، كه كوم فاسق درته خبر راوړي؛ نو په اړه يې څېړنه وكړئ.( نمونه، 22: 152 مخ.)
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ ﴿۷﴾ = او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو الله ايمان درګران كړ او هغه يې ستاسې په زړونو کې ښکلی کړ او (اپوټه) له كفر، سرغړونې او ګناه يې كركجن كړئ، يوازې همدوى (چې دغسې ځانګړنې ولري) پر سم لوري تلونکي دي.
7_ مشري او اطاعت: دا آيت راښيي، چې د وليد تر خبر روسته (چې د ((بني المصطلق)) ټبر مرتد شوى) ځينو ساده او ظاهر وينو مسلمانانو پر پېغمبر (ص) دباو راووړ، چې ددې ټبر پر ضد جګړه وشي. قرآن وايي: دا مو نېكمرغي ده، چې رسول الله (ص) مو په منځ كې دى او له وحې سره يې اړيكه ده او چې كله مو ترمنځ كومه انحرافي ليكه پيدا شي؛ نو په وحې مو خبروي. هغه مشر دى، تمه مه لرئ، چې ستاسې ومني. هغه پر تاسې تر بل هر چا مهربان دى. د خپلو افكارو د تپلو لپاره دباو پرې مه اچوئ، چې په زيان مو ده. له آره يوې ټولنې ته د الهي مشر شتون اړين دى؛ په دې شرط، چې مطاع وي (؛يعنې اطاعت يې وشي) او نه داچې د خپلو لارويانو مطيع وي. فرمان يې د سترګو په لېمو ومني، نه داچې هغه د خپلو موخو او محدودو افكارو پلي كولو ته تر دباو لاندې ونيسي. دا آر نه يوازې د الهي مشرانو په اړه ثابت دى، د مديريت او قومندانۍ په باب هم صادق دى؛ البته ددې آر واكمني، د مشرانو د استبداد او د مشورې د پرېښوولو پر مانا نه ده؛ ځكه له مشورې موخه دا ده، چې هر څوك خپله ګروهه څرګنده كړي؛ خو پېغمبراکرم (ص) روستى نظر وركوي. په بله وينا، مشوره يو څه دي او د فكر او ګروهې تپل بل څه دي. دا آيت د فكر تپل نفې كوي، نه د مشورې. (نمونه، 22: 158 مخ.)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۱﴾ = مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدوى ظالمان دي.
11_ يو بل په ناوړو نامو مه يادوئ: په تېر او اوس كې ډېرو بې بندوبارو وګړيو ټينګار درلود او لري، چې نور په ناوړو نامو ياد او په دې توګه يې سپك كړي او وګړه يې وځپي او احياناً غچ ترې واخلي؛ يا كه څوك مخكې بدچارى و؛ خو پر هماغه پخواني نامه ياد كړاى شي او يا يې د مورو پلار د تېروتنو په پار ټپسورى شي او ورته ووايي: ته خو هغه يې، چې پلار دې پلانى و او مور دې پلانۍ چارې كولې. اسلام په ډاګه دا ناوړه كړنه منع كړې او هر ډول نومونه، چې كوچنۍ شانته نامطلوب مفهوم يا د يو مسلمان د سپكاوۍ لامل ګرځي منع كړې ده. (نمونه، 22: 180 مخ + الميزان، 18: 326 مخ.) په يو حديث كې راغلي: يوه ورځ ((صفيه)) [بي بي] د ((حيى بن اخطب)) لور (هماغه ښځه، چې د خيبر تر سوبې روسته مسلمانه او د پېغمبراکرم مېرمن شوه) په ژړا پېغمبر (ص) ته راغله، پېغمبر (ص) ترې د ژړا علت وپوښت. ويې ويل: (بي بي) عايشه مې ټپسوروي او وايي: د يهودې بچۍ! پېغمبر اکرم وويل: ((ولې دې ونه ويل، چې پلار مې هارون، تره مې موسى او مېړه مې محمد دى؟)) دلته همدا آيت رانازل شو. (نمونه، 22: 180 مخ.)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲﴾ = مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.
12_ غيبت؛ يوه ستره ګناه ده: په ژوند كې د انسان ستره پانګه، حيثيت، پت او وګړه يې ده او چې څه يې په خطر كې واچوي؛ لكه چې د ده ځان یې په خطر كې اچولى دى؛ بلكې كله د وګړې وژنه، تر انسان وژنې ستره شمېرل كېږي، د مسلمان پت؛ لكه د بدن غوښه يې ده او په ((مړي)) يې تعبير په دې پار دى، چې ((غيبت)) د وګړيو په ناسوبتیا کې او پشي شا كېږي، چې د مړيو په څېر د ځان د دفاع وس نه لري او دا يو ډول ظلم دى، چې انسان یې پر خپل رور كوي. په رواياتو كې، په دې هكله ډېر لړزونكي تعبيرونه ليدل كېږي. پېغمبر (ص) ويلي دي: ((كوم درهم، چې انسان په ربا او سود تر لاسه كوي، د خداى پر وړاندې شپږ دېرش ځل تر زنا ستر دى او هره ربا د مسلمان د پت له منځه وړو اوچته ده))، دا پرتلنه په دې پار ده، كه زنا څومره بده وي، د ((حق الله)) اړخ لري؛ خو سود خوړل او ترې بدتر، د خلكو بې پته کول، د ((حق الناس)) اړخ لري. له پېغمبر (ص) په بل حديث كې لولو: (( د مسلمان په دين كې د غيبت اغېز، په بدن كې يې د خوړوونكي تر اغېز چټك دى)). دا تشبيه راښيي؛ لكه چې خوړوونكى د بدن غوښه خوري او له منځه يې وړي، په څېر يې غيبت هم په بېړه د انسان ايمان له منځه وړي. له امام سجاد نه په يو روایت كې راغلي: ((له غيبته په ټینګه ډډه وكړئ، چې غيبت په جهنم كې د سپو خوراك دى)). (موضوعي تفسير، 4: 335 مخ.) د غيبت مانا داده، چې د چا پشې شا يوه خبره وكړي، چې يوه نيمګړنه يا عيب يې را برسېره شي؛ كه دا جسمي وي که اخلاقي، په كړنو كې يې وي که يې په خبرو كې او ان كه په اړوند چارو كې يې وي؛ لكه جامې، كور، مېرمن، اولاد او په څېر يې؛ البته دا ټول په هغه بڼه كې دي، چې دا ځانګړنې په مقابل لوري كې وي؛ خو كه نه وي؛ نو دا خو يو ((تور)) دى، چې ګناه یې څو ګرايه سخته او درنه ده. له دې ځايه څرګندېږي ځينې، چې غيبت ته عوامانه او سرسري پلمې او عذرونه راوړي، د منلو نه دي. لكه كله غيبت كوونكى وايي: دا غيبت نه دى؛ بلكې صفت يې دى؛ حال داچې كه صفت یې نه وي؛ نو تور دى او نه غيبت. يا داچې وايي: دا يوه خبره ده، چې د هغه په مخكې يې هم وايم؛ حال داچې په مخكې ددې خبرې ويل، نه يوازې د غيبت له ګناه نه راكمېږي، چې د خپګان په پار یې درنه ګناه هم شمېرل كېږي. ددې ټكي يادونه هم پکار ده، چې غيبت په ځينو ځايونو كې روا دی؛ لكه له چا د مېرمن په ټاكنې يا په ورهڼه- كار او كسب كې د ګډون لپاره مشوره غواړي او پوښتي؛ نو دلته په مشوره كې امانت ايجابوي، چې كه مقابل لورى كومه نيمګړنه لري، ورته دې يې ووايي، چې هسې نه كوم مسلمان په دام كې راښكېل شي؛ البته هغه چې په ډاګه ګناه كوي، د غيبت له موضوع وتلى دى او كومه ګناه، چې په ډاګه كوي، كه يې پشې شا وویل شي؛ نو څه توپير نه لري. پام مو وي، چې غيبت ته غوږ نيول او د غيبت په غونډه كې ګډون هم حرام دي؛ بلكې د ځينو رواياتو له مخې، پر مسلمانانو واجب دي، چې د هغه مسلمان د حيثيت دفاع وكړي، چې غيبت یې كېږي. (نمونه، 22: 192 مخ)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۱۳﴾ = خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.
13_ د انسان ستر ارزښت: دا آيت پر ټولو ظاهري او توکیزو امتيازاتو د بطلان كرښه راكاږي او اصالت پرهېزګاري ګڼي او وايي: خداى ته د ورنژدېدو، بې له تقوى بله هېڅ ځانګړنه اغېزمنه نه ده. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روایت كې لولو: ((خداى مو كورنۍ، نبېرې، تنو او شتمنيو ته نه ويني؛ خو زړونو ته مو ويني؛ نو چې څوك صالح زړه لري، خداى پرې لورېږي او مينه ورسره كوي او تاسې ټول د آدم اولاده ياست او خداى ته ډېر ګران مو، ښه متقي مو دى)) هېښنده ده، چې له دې ګټورو ښوونو سره سره، په مسلمانانو كې داسې كسان شته، چې پر خېل او ژبه ډډه لګوي او ان پر ديني يووالي يې هم ړومبي بولي. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روایت كې لولو: ((تاسې ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې پنځولى شوى دى. وګړي بايد پر پلرونو له وياړنې ډډه وكړي، چې (كه داسې نه وي) تر هغو چينجيو به خورا ټيټ وي، چې په چټليو كې خوځي)). (نمونه، 22: 197 مخ.)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- اندیال
- پښتو تفسیر او ترجمه
- د انسان ستر ارزښت:
- د پېغمبر اکرم (ص) پر وړاندې د آدابو مراعاتول
- د حجرات سورت ټوليزه منځپانګه
- د سورة الحـجرات د منتخبو آیتونو شرح
- د سورت حجرات تفسیر
- د فاسقانو په خبره غوږ مه ګروئ:
- غيبت؛ يوه ستره ګناه ده
- غیبت کول
- مشري او اطاعت:
- يو بل په ناوړو نامو مه يادوئ: