تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الرحمن د منتخبو آیتونو شرح د رحمن سورت ټوليزه منځپانګه دا سورت پر بندګانو د خداى د ډول ډول مانيزو او توکیزو لورنو يادونه کوي؛داسې چې دې سورت ته د رحمت يا لورنې سورت ويلاى شو. (نمونه، 23: 91 مخ.) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الرحمن د منتخبو آیتونو شرح

د رحمن سورت ټوليزه منځپانګه

دا سورت پر بندګانو د خداى د ډول ډول مانيزو او توکیزو لورنو يادونه کوي؛داسې چې دې سورت ته د رحمت يا لورنې سورت ويلاى شو. (نمونه، 23: 91 مخ.)

عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ = او غږېدل يې ورښوولي

4_ بيان، خبرې كول او غږېدل؛ د انسان خورا پېچلې كړنه: ((بيان))، د ژبې د مفهوم له پلوه، پراخه مانا لري او هر هغه څيز ته ويل كېږي، چې د بل څيز څرګندوونكى او ښكاره كوونكى وي؛ نو ځكه نه يوازې خبرې كول رانغاړي، چې ان ليكل، ليك، ډول ډول عقلي او سولیز – منطقي استدلالونه (چې د ډول ډول او پېچليو موضوعاتو څرګندوونكي دي) د بيان په مفهوم كې راځي؛ كه څه ددې ټولګې شاخص خبرې كول دي، كه څه موږ د روږد له مخې، خبرې كول ساده موضوع ګڼو؛ خو دا يوه پېچلې انساني كړنه ده؛ بلكې په څېر يې بله پېچلې كړنه نشته؛ ځكه له يوې خوا غږيز غونډالونه د بېلابېلو غږونو پيدا كولو ته یو له بل سره همكاري كوي: رګونه په ځان كې هوا راټولوي او سوكه سوكه يې له خنجرې راباسي. غږيز تارونه غږار پيلوي او پوره بېلابېل غږونه راپيدا كوي، چې ځينې د خوشحالۍ، ځينې د خپګان، ځينې د مرستې او ځينې د مينې يا دښمنۍ دي. بيا دا غږونه د ژبې، شونډو، غاښونو او د خولې د تشې په مرسته په بيړه او ځانګړي ظرافت د الفبا ټكي رامنځته كوي. په بله وينا، هغه غځېدلي او يورنګ غږونه، چې له خنجرې راوځي، په بېلابېلو بڼو او كچو غوڅېږي او ټكي ترې را پيدا كېږي. بلخوا، د ژبې (لغت) د حالت موضوع رامخې ته كېږي. انسان د انديز پرمختګ له لامله، د خپلو توکیزو او مانيزو اړتياوو لپاره ډول ډول لغات جوړوي او هېښنده خو داچې انسان ته د لغاتو او ژبو په وضع كولو كې هېڅ ډول محدوديت نشته او په نړۍ كې د شتو ژبو شمېر دومره ډېره ده، چې شمېرلاى یې نشو ان سوكه سوكه د وخت په تېرېدو ژبې رادبرېږي. له دې، چې تېر شو، كه په تكامل کې د انسانانو په پرمختګ او د تمدنونو په پيدايښت كې د بيان او خبرو كولو ونډه په پام كې ونيسو؛ نو څرګندېږي كه دا ستر نعمت نه واى؛ نو انسان له يوه نسله بل نسل ته خپلې تجربې او علوم لېږدولاى نشول، چې د علم، تمدن، اخلاقو او دين د پرمختګ لامل شي. كه يوه ورځ له انسانه دا ستر نعمت واخستل شي، انساني ټولنه په بېړه د ځوړ لار خپلوي او كه بيان په پراخه مانا (چې ليك ليكاني- مکاتبه او ډول ډول هنرونه رانغاړي) تفسير كړو، د انسانانو په ژوند كې يې سرباندې مهمه ونډه څرګندېږي؛ نو دلته پوهېږو، چې ولې په دې سورت كې، چې د پالوونكي د نعمتونو ټولګه ده، د انسان تر پنځون روسته [علمه البيان (خبرې كول يې ورښوولي دي)] راغلی دى. (نمونه، 23: 99 مخ)

13_ فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ: خداى په دې آيت، ټول انسانان او پېريان له دې واقعيت سره مخامخوي، چې د خداى د نعمتونو په باب غور وكړي او خپل عقل وپوښتي، چې د خداى كوم يو نعمت انكارېدونكى دى او كه نه دى؛ نو ولې د خپل نعمت ولي و نه پېژني؛ ولې يې د منعم شكر د پېژندو وزله كوي نه او ولې يې سپېڅلي درشل ته سر نه كښته كوي؟ ددې آيت بيا ځلي نه يوازې له فصاحت سره په ټكر كې نه دى، چې پخپله د فصاحت يو فن دى. دا كټ مټ دې ته ورته دى، چې يو پلار خپل غافل زوى ته وايي: ايا خپل ماشومتوب او بېوسي دې هېره كړې؟ هېر دې كړل، چې ناروغ شوې؛ نو غوره طبيبان مې درته راوستل او ستا درملو ته مې خوارۍ كولې؛ هېر دې كړل، چې د بلوغ منګ ته ورسېدې او مېرمن ته دې اړتيا درلوده؛ نو پاكه ښځه مې درته وكړه؟ او د كور ټول لوازم مې درچمتو كړل؛ نو دا سرغړونه او سخت زړي څه ته؟ منان خداى هم خپل ډول ډول نعمتونه دې هېروونكي بشر ته وريادوي او په هر يو نعمتونو پسې ترې پوښتي، چې كوم يو یې نه منئ. (نمونه، 23: 113 مخ) د دوزخيانو د ځينو سزاګانو تر يادولو روسته هم دا آيت راغلى، چې په واقع كې، عذاب يې هم يو نعمت دى؛ البته نه پخپله دوزخيانو ته؛ بلكې د انسانانو او پېريانو د غونډال ټولګې ته.  (الميزان، 19: 102 مخ.)

يَسْأَلُهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ﴿۲۹﴾ = په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي(د خپلو اړتیاوو پوره کېدل) ترې غواړي (او) دی هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى.

29_ هغه هر وخت په يو نوي كار او شان كې دى: دا آيت، پراخ مفهوم لري، چې په دې نړۍ كې هر ډول پنځون او ادلون بدلون رانغاړي. د خداى پيدايښت همېش او پر له پسې دى او د اړمنو اړتيا پوره كول يې همدغسې دي او هره ورځ يوه نوې طرح رادبره كوي. يوه ورځ ځينې اقوام ځواكمنوي او بله ورځ يې تورو خاورو ته كېنوي. يوه ورځ روغتيا او ځواني وربښي او بله ورځ كمزوري او بېوسي. يوه ورځ له زړه غم او خپګان لرې كوي او بله ورځ يې پكې لاملونه پيدا كوي. لنډه داچې هره ورځ د حكمت او احسن نظام له مخې، تازه ښكارنده او نوې پېښه لري. دې حقيقت ته پاملرنه له يوې خوا د هغه پاك ذات ته زموږ همېش اړتيا څرګندوي او بلخوا له زړه د نهيلۍ پردې لرې كوي او له درېيم لوري، غرور او غفلت ځپي. هو! هغه هره ورځ په يوه نوي شان او چار كې دى. له حضرت علي (ك) په يو روایت كې لولو: (( ستاينه يوازې د هغه خداى ده، چې بيخي نه مري او د پنځون هېښتياوې يې پاى نه مومي؛ ځكه هره ورځ په يوه شان او چار كې دى او نوې موضوع راپنځوي، چې مخكې بيخي نه وه)). رسول اكرم (ص) ددې آيت په تفسير كې په يو حديث كې وايي: (( له چارو ځنې يې داده، چې ګناه بښي، خپګان او كړاو لرې كوي، يوه ډله لوړوي او بله راكښته كوي)). دا آيت يو هيله بښونكى، غرور ماتى او د پيدايښت د دوام او غځېدا نښه ده؛ نو ځكه كله د اسلام مشرانو د وګړيو هيلمنۍ ته پر همدې آيت ډډه لګوله؛ لكه ربذې ته د حضرت ابوذر عفاري رضى الله عنه د دردناكې شړنې په داستان كې د مخه ښې پر مهال علي (ك) په مانا ډكو غونډلو ډاډه كړ، بيا امام حسن په ((تره)) ياد كړ او نورې خبرې يې ورته وكړې، بيا امام حسين  وويل: ((تره! خداى دا شرايط اړولاى شي او هغه هره ورځ په يوه نوي شان او چار كې دى. ددې ډلې دنيا، ته له حق ويلو منع كړې او ستا دين هغوى د باطلو له لاروۍ منع كړل… نو له خدايه زغم او بريا وغواړه)) ددې ټكي يادونه پکار ده، چې دلته ((يوم)) د ورځې پر مانا د شپې پر وړاندې نه؛ بلكې هم اوږده پېرونه رانغاړي او هم ساعتونه او شېبې، او مفهوم يې دادى، چې متعال خداى په هر وخت، په يوه شان او چار كې دى. (نمونه، 23: 138 مخ)

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانْفُذُوا لَا تَنْفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ﴿۳۳﴾ = د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک.

33_ كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ: داچې دا آيت په قيامت يا دنيا پورې اړوند دى، مفسرانو خبرې اترې پرې كړي او چې وړاندې روسته آيتونه ترې د بلې نړۍ په هكله دي، په نظر رسي، چې دا آيت هم په قيامت كې د الهي عدالت له منګولو په تېښتې پورې اړوند وي. له امام صادق (رح) په يو روایت كې لولو: ((خداى د قيامت پر ورځ، بندګان په يوه ځاى كې راټولوي او د كوزني اسمان پرښتو ته وحې ورلېږي، چې راكوزې شئ. دوى راكوزېږي، چې شمېر يې د ځمكې له پيريانو او انسانانو دوه ګرایه دى. بيا دويم اسمان مېشتي راكوزېږي، چې دوى هم تر ټولو دوه ګرایه دي او په دې توګه د اوو اسمانونو پرښتې راكوزېږي او له انسانانو او پيريانو د اوو پردو په څېر راتاوېږي. دلته غږ وشي: (( د پيريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، چې د اسمانونو او ځمكې له پولو واوړئ؛ واوړئ! دې ته ستر زور ته اړتيا ده (چې درسره نشته). دلته ويني، چې د پرښتو اوه سترې ډلې ترې راچاپېره دي)).)) (نمونه، 23: 149 مخ)

فَيَوْمَئِذٍ لَا يُسْأَلُ عَنْ ذَنْبِهِ إِنْسٌ وَلَا جَانٌّ ﴿۳۹﴾ = نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږى (او هر څه څرګند دي).

39_ ايا په قيامت كې پوښتنه ګروېږنه نشته؟: ښايي دا آيت په ظاهر كې له هغو آيتونو سره په ټكر كې وي، چې په قيامت كې له بندګانو  پر پوښتنې ټينګار كوي؛ خو دې ټكي ته په پامنيوي ستونزه هوارېږي، چې قيامت يوه ډېره اوږده ورځ ده او بايد انسان له ګڼو تمځايونو تېر شي او بايد څه موده په هر تمځي كې تم شي. د ځينو رواياتو له مخې، دا پنځوس تمځايونه دي، چې په ځينو تمځايونو كې هډو بيخي پوښتنه نه كېږي؛ بلكې (( د مخ رنګ يې دنننى حال څرګندوي)) په ځينو تمځايونو كې د انسان پر خوله مهر او ټاپه لګېږي او د بدن غړي شاهدي وركوي. ځينې په ځيرنه پوښتل كېږي او ځينې شخړه او دفاع كوي. لنډه داچې هر تمځى شرايط لري او يو تر بله ډېر ډاروونكى دى.( نمونه، 23: 155 مخ.)

يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿۴۴﴾ = (چې نن) د ده او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي.

 44_ د دوزخ او سوځنده اوبو ترمنځ: دلته ((ان)) او ((انى)) د سختو خوټېدلو اوبو پرمانا او د ((انا)) له مادې د وخت پر مانا ده؛ ځكه خوټېدلې اوبه خپل روستي پړاو ته رسېدلي دي. په دې توګه هغوى يو خوا د جهنم په سوځنده لمبو كې سوځي او تږي كېږي او اوبه غواړي او بلخوا خوټېدلې اوبه وركوي (يا يې پرې وراچوي) او دا دردناكه سزا ده. د غافر سورت له 71 او 72 آيتونو  ګټنه كېږي، چې د حميم خوټېدلې چينه د جهنم ترڅنګ ده، چې لومړى دوزخيان پكې ورغوپه كوي او بيا يې په دوزخ كې غورځوي: ((چې په غاړو كې یې غاړه كۍ او ځنځيرونه وي ]او[ په سرو اوبو كې راښكوول كېږي، بيا په اور كې وريت او سوځول كېږي)) تر ويينې لاندې آيت تعبير هم له همدې مانا سره اړخ لګوي.( نمونه، 23: 158 مخ)

وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴿۴۶﴾ = او هغه ته دوه (جنتي) باغونه دي چې د خپل پالونكي پر وړاندې له درېدو ووېرېږي.

46_دا دوه جنتونه، ډارنو ته سترګې پر لار دي: داچې د خپل پالوونكي پر وړاندې د درېدو له ډاره مطلب څه دى، بېلابېل تفسيرونه يې شوي. يو تفسير يې (چې ځينې آيتونه او روايات يې هم تاييدوي)، دادى چې دا عبارت د خداى له علمي مقامه او پر انسانانو يې د همېشنۍ څارنې د ډار پر مانا ده؛ لكه چې د رعد سورت په 33 آيت كې وايي:[ ايا هغه چې د ټولو پر سر ولاړ دى (او د ټولو ساتندوى او څارن دى ) او د ټولو كړه وړه ويني ( د هغه چا په څېر دى، چې دا يو صفت هم نلري)؟!] ددې آيت په تفسير كې له امام صادق (رح) په يو روایت كې لولو:((چې څوك پوهېږي خداى يې ويني او څه چې وايي، اوري يې او پر ښو او بدو يې پوهېږي او دا پاملرنه يې له بدو چارو منع كوي؛ نو دا هماغه دی، چې د خپل پالوونكي له مقامه ډارېږي او ځان يې له ځاني غوښتنو بچ كړى دى)). (نمونه، 23: 160 مخ)

46_ دوه جنتي بڼونه: مفسرانو د جنتي بڼونو په باب ډېرې خبرې اترې كړي شونې ده، چې لومړى جنت، توکیز او جسمي جنت وي او دويم جنت مانيز او روحي جنت وي، چې جنتيان پكې د خداى له رضا خوندونه وړي (وګورئ: ال عمران_15) يا داچې لومړى جنت يې د كړنو بدله ده او دويم جنت، تفضل او لورنه ده (وګورئ: نور_38) يا داچې يو جنت اطاعت ته او بل د ګناه پرېښوولو ته دى يا يو ايمان او ګروهې ته دى او بل نېکو كړنو ته؛ يا داچې خبره له پيريانو او انسانانو سره ده، يو يو جنت په همدوى پورې تړاو لري؛ البته دا يو تعبير هم ځانګړى دليل نه لري او په عين حال كې شونې ده، چې دا ټول هم په آيت كې راټول شي. دا جوته ده، چې خداى په جنت كې صالحو بندګانو ته ګڼ شمېر بڼونه وركوي، چې پكې ځي راځي. دوزخيان د اور او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي او جنتيان په جنتي بڼونو كې (نمونه، 23: 162 مخ.)، تر 62 آيت روسته په آيتونه كې د دوو نورو جنتونو خبره شوې ده، چې په دې آيتونو كې تر راغليو جنتونو يې پړاو ټيټ دى او طبعاً هغو وګړيو ته دى، چې د ايمان او د پالوونكي له ډاره په ټيټ پړاو كې دي. په بله وينا، موخه داده، چې د ايمان او صالحو كړنو په انډول – تناسب د مراتبو د لړۍ د شتون څرګندول دي. له همدې لامله، له پېغمبر اکرم (ص) نه  په يو حديث كې لولو: (( مقربانو ته د سرو دوه جنته دي، چې مقام یې ډېر اوچت دى او د ښي لاس خاوندانو ته د سپينو دوه جنتونه دي، چې مقام  یې ټيټ دى)) (نمونه، 23: 175 مخ) په بل روایت كې لولو، چې ((علا بن سيابه))، امام صادق (رح) وپوښت: چې كله وايو خلك رانه هغه وخت هېښېږي، چې وايو يوه ډله له دوزخ راوځي او جنت ته ځي؛ نو راته وايي، چې (په دې وضعيت) په جنت كې د خداى له دوستانو سره دي؟ امام ورته وويل: ((علا! خداى وايي: او تر دې ټيټ دوه نور جنتي بڼونه دي. نه! پر خداى قسم، د خداى له وليانو سره نه دي…)) (مجمع البيان، 92: 351 مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست