تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الشعراء د منتخبو آیتونو شرح د شعراء سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت منځپانګه په څو برخو كې رالنډولاى شو: په لومړۍ برخه كې مقطعه ټكي، د قرآن د مقام ستریا او د مشركانو د ټينګار او ځېل پر وړاندې پېغمبر  اکرم(ص) ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الشعراء د منتخبو آیتونو شرح

د شعراء سورت ټوليزه منځپانګه:

 ددې سورت منځپانګه په څو برخو كې رالنډولاى شو: په لومړۍ برخه كې مقطعه ټكي، د قرآن د مقام ستریا او د مشركانو د ټينګار او ځېل پر وړاندې پېغمبر  اکرم(ص) ته ډاډينه او د توحيد او د خداى د ځانګړنو څه نښې يې را اخستې دي. په دويمه برخه كې د اوو سترو پېغمبرانو (حضراتو ابراهيم؛ نوح، هود، صالح، لوط او شعيب ) د حالاتو يوه برخه او د خپلو قومونو ځېل او له بدچاريو سره يې د دوی مبارزه څرګندوي، چې د پېغمبر (ص)   د پېر له مشركانو سره ډېر ورته والى لري او همدا راز پردې اقوامو راغلي دردناك عذابونه يې ياد كړي، چې دا پخپله په هغو شرايطو كې د اسلام د پېغمبر (ص) مخالفينو ته يو اغېزمن ګواښ و. په درېيمه برخه كې د تېرو برخو پايله راغلې، د نبي كريم (ص) په باب، د قرآن د ستریا، د مشركانو نټه، پېغمبر اکرم ته د بلن دود سپارښتنې او له مؤمنانو سره د چلن څرنګوالى پكې راغلى او سورت، مؤمنانو ته په زېري وركولو او زورمټو ته په سخت ګواښ پاى مومي. (نمونه، 15: 179 مخ.)

 إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ﴿۴﴾ = كه وغواړو له اسمانه داسې معجزه ورکوزولاى شو، چې په عاجزۍ به خپلې غاړې ورته كېږدي .

 4_ د زور ايمان څه ارزښت نه لري: دا آيت دې ټكي ته اشاره لري، كه څه خداى كافرانو ته هېښنده معجزه او سخت عذاب رالېږلاى شي، چې ټول بېواکه غاړه وركېدي؛ خو دا اجباري او د زور ايمان څه ارزښت نه لري او ارزښتناكه داده، چې حق ته په خپله خوښه، اختيار، واك، هوډ، درك او اند غاړه كېدې. تر دې آيت لاندې له امير المؤمنين علي (ک) په يوه روايت كې راغلي ((كه خداى يې له اسمانه غاړه ايښوولو ته كومه نښه رالېږله؛ بيا خو له خلكو ازمېښت لرې كېده))

وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ ﴿۱۳﴾ = او سينه مې تنګېږي او ژبه مې (هم) ښه روانه نه ده؛ نو (زما رور) هارون ته هم (د همکارۍ) پيغام ولېږه.

  13_ د موسى (ع) د ژبې غوټه: د قرآن په څو ځايونو كې، چې د حضرت موسى (ع) د بعثت او فرعونيانو ته د تبليغ د حكم خبره راغلې؛ نو د حضرت موسى (ع) له لوري اوڅار شوې، چې ژبه يې پوره نه ګرځي او له خدايه يې غوښتي، چې ژبه يې روانه كړي. له دې پوره نه ګرځېدو څه مطلب دى؟ آيا په رښتيا په ژبه كې یې څه نيمګړتيا وه، چې كله بندېده يا مطلب دا و، چې ژبه يې د ماموريت د حقيقت څرګندولو ته روانه كړه؟ ؛يعنې خوله ور يې كړه، پياوړې ژبه وركړه، چې خلك پر حقيقت وپوهوي. دويمه مانا ځكه سمه ښكاري، داچې له خدایه غواړي هارون (ع) يې وزير (مرستندوى) كړي. له ده سره خپل توپير د فصيح او افصح (ګويا او ګويا تر) توپير بولي او وايي: ((او د ورور مې هارون ژبه تر ما ښه روانه ده، راسره يې ولېږه، چې مرستندوى مې وي)) (منشور جاويد، 12: 69 مخ.)؛ نو ځكه د موسى (ع) ژبه روانه وه؛ خو د هارون (ع) ژبه ترې ښه روانه وه؛ له همدې لامله يې له خدايه وغوښتل، چې ژبه یې ښه روانه كړي او هارون يې وزير او مرستندوى كړي.

 قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۲۰﴾ = (موسى) وويل:(( هغه وخت مې،چې هغه (کار) كړى و،زه له ناخبرو ځنې وم (نه پوهېدم،چې په سوک به هم څوک وژل کېږي).

20_ موسى (ع) له څه نا خبر و؟: مفسرانو د حضرت موسى (ع) معصومیت ته په پاملرنې، تر دې آيت لاندې ډول ډول ويينې او څار كړي؛ خو ((زه له نا خبرو ځنې وم)) مطلب يې دا و، چې دا تن مې واژه؛ نو له هغه څه نا خبره وم، چې سازښت – مصلحت مې پكې و؛ نو ملاتړ ته یې ورپاڅېدم، چې مرسته يې رانه غوښتې وه او نه پوهېدم، چې ورسره مې مرسته د بل د وژنې لاملېږي او پايله به يې هغه وي، چې له مصره مدين ته وتښتېدم او په كلونو له هېواده لرې وم. په رښتینه كې حضرت موسى (ع) له خپل چار پښېماني ونه ښووله؛ ځكه آنحضرت پر هغه وخت د مظلوم ملاتړ ته وردانګلي ول؛ بلكې له دې خبرې مطلب دا دى، چې د هغو دوو تنو په شخړه كې، له وردانګلو مې مطلب د فرعوني وژنه نه وه او نه پوهېدم، چې د مظلوم دفاع، د مقابل لوري پر وژنه او د ځان پر كړاو مې پاى مومي . (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: د قصص سورت د 15 او 16 آيتونو څرګندونه.)

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۲﴾ = او (ایا) دا کومه لورنه ده، چې احسان يې راباندې ږدې، داچې بني اسراييل دې مريان كړي دي؟!))

 22_ د بني اسرائيلو د مريتوب نعمت: په 18 او 19 آيتونو كې مو ولوستل، چې فرعون، په وړوكتوب كې له موسى (ع) سره د كړیو مرستو په نامنندوينې تورن كړ. فرعون، په حقيقت كې موسى (ع) او بني اسرائيل خپل مريان ګڼل او له نظره يې پر موسى (ع) كړې لورنه، پر خپل مريي د ولي نعمت لورنه بلله. حضرت موسى (ع) يې په ځواب كې وويل، ايا ته منت راږدي، چې بني اسرائيل دې ښكېل او مريان كړي ول؟ او څه چې پر موږ خپل نعمت بولې او ما يې پر نامنندوينې ټپسوروى، نعمت نه؛ بلكې يو د زورمټۍ لاسبري ده، چې پر ما او ګردو بني اسرائيلو دې درلوده او له آره په زور د خلكو مريانول له كومه نعمت دى؟. (الميزان، 15: 264 مخ.)

فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُبِينٌ ﴿۳۲﴾ = نو (په دې وخت كې) موسى خپله کونټۍ وغورځوله؛ نو یو دم يو ښكاره ښامارشو!

 32_ د موسى (ع) د کونټۍ په باب بېلابېل تعبيرونه: په دې آيت كې د موسى (ع) کونټۍ په (( ثُعْبَانٌ ))؛په (( جَانٌّ (د نمل سورت په لسم او د قصص سورت په 31 آيتونو كې) )) (په منګري) او په (( حَيَّةٌ د طه سورت په 20 آيت كې)) (مار) تعبير شوې ده. په لومړي كتو كې، دا بېلابېل توپيرونه پوښتنې راولاړوي؛ خو په رښتینه كې په دوو كې يو مطلب يې تر پام لاندې دى: شونې ده، چې د مار بېلابېلو حالاتو ته اشاره وي، چې په پيل كې كوچنى او نرى مار (منګری) و او سوكه سوكه لويېده او په پاى كې په ښامار واوړېد؛ بل داچې له درې ګونو تعبيرونو هر يو يې د مار يوې ځانګړنې ته اشاره لري؛ ((ثُعْبَانٌ )) يې ستریا ته؛ ((جَانٌّ)) يې منګريتوب، تېزوالي او چټك خوځېدو ته او ((حَيَّةٌ)) يې ژونديتوب ته اشاره ده. (نمونه، 15: 216 مخ.)

قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۲﴾ =  فرعون وويل : ((هو او بېشكه تاسې به په هغه وخت كې زما له نژدې كسانو ياست.))

 42_ قُرب؛ د فرعون درباري كېدل يوه اوچته درجه وه: فرعون كوډګرو ته وويل، چې څه غواړئ: شتمني يا مقام؛ دواړه دركوم. دا تعبير ښيي، چې په هغې ټولنې او چاپېريال كې فرعون ته ورنژدېتوب تر كومه بريده اهميت درلود، چې ستره بدله یې يادوي. په حقيقت كې تر دې غوره بدله نشته، چې انسان خپل مطلوب واک ته ورنژدې شي. كه بېلاري، د فرعون نژدېتوب اوچته بدله ګڼي؛ خو باخبره یوپالي – مؤحدين يوازې د پالونكي نژدېتوب لوړ مقام ګڼي او ان د پاك ذات يوه جلوه او څړيكه د جنت په ټولو نعمتونو نه وركوي. له همدې امله، د خداى د لارې شهيدان، چې د خپلې سرښندنې په پار اوچتې بدلې تر لاسه كوي (د قرآن په لېینه –  ګواهۍ) د الهي نژدېتوب اوچتې مرتبې دي. د (( عِندَ رَبِّهِمْ )) تعبير، ددې واقعيت څرګند لووی – شاهد دى؛ نو ځكه د نمانځنې پر مهال، متعال خداى ته ورنژدېدنه، د هر سپین زړي مؤمن، يوازېنۍ هيله ده. (نمونه، 15: 222 مخ)

قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ = (او) ويې ويل : ((پر نړۍ پال مو ايمان راووړ،

 47_ د اګاهانه او ځانخبري ايمان په رڼا كې عاشقانه حركت: د كوډګرو په روحيه كې هېښنده ونج – ادلون بدلون لامل شو، چې په يوې لنډه شېبه كې، له مطلقې تيارې يوې هېښنده رڼا ته ګام كېدي او ټولو هغو ګټو ته شا كړي، چې له فرعونه يې تمه درلوده او ان خپل ځانونه يې په خطر كې واچول؛ البته دا ټولې سرښندنې په دې پار وې، چې پوهه يې درلوده او په رڼا كې يې له باطلو حق وپېژنداى شو او ځانونه يې د حق لمنې ته وروغورځول. پاتې لارې يې د عقل په پښو و نه وهله؛ بلكې د عشق پر سپرلۍ سپاره شول او د الله د مینې دومره مست كړي ول، چې بې له الله یې بلې هرې مینې ته شا کړې وه. وينو، چې له دې لامله يې، د فرعون د سختو ګوتڅنډونو پر وړاندې، په مړانه ودرېدل. له رسول اكرم (ص)   نه په يو حديث كې لولو: ((هر زړه، د لوراند خداى په منګولو كې دى، كه يې خوښه شي، سموي يې او كه وغواړي؛ نو بې لاكوي يې)). ښكار ده، چې د خداى خوښه د وګړيو له چمتو والي راولاړېږي او د توفيق او د توفيق نه وركړه، بې حسابه نه ده. (نمونه، 15: 228 مخ.)

كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ = (هو!) داسې مو وكړل او بني اسراييل مو د دې [څیزونو] پاتوړي كړل.

 59_ ايا بني اسرائيلو پر مصر واكمني وكړه؟: ددې آيت له مخې، يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې بني اسرائيل مصر ته راستانه شول او د چارو واګي يې تر لاسه كړې او تر يو وخته يې پرې واكمني وكړه. ځينې ګروهن دي، چې د فرعونيانو تر هلاكت روسته، سپېڅلیو سيمو ته ولاړل؛ خو څه موده روسته مصر ته راستانه شول او واكمني يې جوړه نه كړه. دې ته په پامنيوي، چې موسى (ع) يو ستر الهي پېغمبر و؛ نو لرې بريښي، چې يو داسې هېواد بيخي پرېږدي، چې واكمني يې پرځېدلې وه؛ او واګي يې دده په لاس كې وې او بې له دې، چې په اړه يې كوم هوډ وکړي، بيدياوو ته مخه كړي، په تېره، چې په كلونو كلونو په لكونو بني اسرائیل پكې مېشت ول او د هېواد له شرايطو خبر وو؛ نو ځكه له دوو حالاتو وتلې نه ده: يا ټول بني اسرائيل مصر ته راستانه شول او واكمني يې جوړه كړه يا د موسى (ع) په امر ځينې يې پاتې شول او دا كړلار يې پلې كړه. بې له دې دوو حالاتو په آيتونو كې، چې د فرعونيانو شړل او د بني اسرائيلو وارثانېدل راغلي، څه څرګند مفهوم به ونه لري. (نمونه، 15: 239 مخ.)

فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ﴿۶۳﴾ =  نو موسى ته مو وحې وكړه: ((په خپلې کونټۍ دې سیند ووهه.)) (دا كار یې وكړ)؛ نو سیند څېرې (او دولس ټوټې) شو او هر ټوټه يې لکه لوى غر!

  63_ د سمندر په څېر سيند: په قرآن مجيد كې دا مطلب څو ځل راغلى، چې موسى (ع) بني اسرائيل د خداى په امر له ((بحر)) (سمندر) څخه پورې ايستل (وګورئ: يونس_ 90، طه_ 77، شعرا_ 63، دخان_ 24) او په څو ځايونو د ((يم)) (سيند) نامه اخستل شوې(طه_ 78، قصص_ 40، ذاريات_ 40) او خبره داده، چې له بحر او يم څخه مطلب څه دى؟ ايا د نيل ستر سيند ته اشاره ده، چې ټول مصر ترې خړوبېده يا قلزوم بحر (سره سمندرګي) ته؟ ځينې مفسرين؛ لكه چې په اوسني تورات كې راغلي، وايي: اشاره سور سمندرګي ته ده؛ خو قراين ښيي، چې مطلب د نيل ستر سيند دى؛ ځكه بحر په لغت كې پرېمانه او پراخو اوبو ته وايي او يم هم همدا مانا رسوي؛ نو ځكه پر نيل دواړه ویې تطبيقېداى شي. (نمونه، 15: 247 مخ)

 وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿۸۰﴾= او چې رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي؛

80_ خداى،رنځور رغوي: ددې آيت تر لوست روسته شونې ده، دا پوښتنه اوڅار شي، كه خداى، ناروغ رغوي؛ نو طبيب او درملنې ته څه اړتيا ده؟ په ځواب كې وايو، دا نړۍ، د وزليو او وسيلو نړۍ ده؛ يعنې چارې په توکیزو يا مانيزو وزليو كېږي؛ لكه چې له امام صادق (رح) روايت شوى: ((خداى چارې بې له کومې وزلې نه ترسره كوي)). په حقيقت كې، د درملو او طبيب په څېر وزلې، چې په رنځ كې اغېزمنې دي، د الهي شفا وزلې دي؛ ځكه خداى پكې رغوونكى اغېز ورايښى؛ نو موږ بايد د رنځ په درملنه كې خپلې پوره هڅې وكړو؛ خو دې ټكي ته مو هم پام وي، چې د وزليو د رغولو او شفا وركولو واک محدود دى او شونې ده په ځينو ځايونو كې د خداى اراده وي، چې وزلې اغېز ونلري، چې په دې حالت كې بايد خداى ته غاړه كېدو. (تفسير موضوعي، 6: 78 مخ + پيام قرآن، 3: 342 مخ + اطيب البيان، 10: 44 مخ.)

 وَالَّذِي أَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ ﴿۸۲﴾ =   او هغه چې هيلمن يم، د جزا پر ورځ به مې ګناهونه راوبښي.

 82_ د پېغمبرانو عليهم السلام استغفار او توبه: [د (بقره_ 128) وګورئ]

رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۸۳﴾= پالونكيه! څه عقلي او دیني پوهه راوبښه او له صالحينو سره مې يو ځاى كړه؛

83_ تر هرڅه وړاندې د حكم غوښتنه: حُكم او حكمت یوه جرړه لري او حكمت په پوهه، د ژویو په پېژندنه او ښو كړنو حق ته رسېدو ته وايي؛ په بله وينا، د ارزښتونو پېژندنه او هغه كچې، چې انسان په هر ځاى كې حق او باطل په هرو جامو كې پرې وپېژنداى شي؛ البته داسې برېښي، چې حكم له حكمته اوچت مفهوم ولري؛ يعنې هغه پوهه، چې پلې كولو ته چمتو وي. په بله وينا: له ځانپالنې او تېروتنې تش د سم ورمندون ځواك. په هر حال، ابراهيم (ع) تر هرڅه وړاندې، له خدايه له حاكميت سره غبرګه ژوره او سمه پوهه او پېژندنه غواړي؛ ځكه هره عملي کړلار بې له دغسې بېخبنا شونتيا نلري او ورپسې له نېكانو سره يو ځاى كېدل غواړي، چې د عملي حكمت اړخونو ته اشاره لري؛ چې د وړاندې غوښتنې (نظري حكمت) پر وړاندې ده. (نمونه، 15: 261 مخ.)

وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ﴿۸۴﴾ = او په راتلونكيو(امتونو) كې رښتونى نومياليتوب را پر برخه کړه؛

84_ د ابراهيم (ع) رښتونى نومياليتوب: له دې دعاء د حضرت ابراهيم (ع) مطلب دا و، چې په راروسته ځوځات كې يو زوى وركړي، چې په رښتوني يې ژبه او نومياليتوب وي؛ يعنې د خپلې ژبې په څېر يې، چې څه يې پر زړه وي، هماغه يې پر خوله وي، هغه زوى يې هم ، چې څه يې په زړه كې دي، خلكو ته ورڅرګند كړي. ابراهيم (ع) په دې غونډله له خدايه وغوښتل، چې په ګانده – راتلوونكي ځوځات كې يو تن ورولېږي، چې دده د الهي بلنې خپرېدو ته لاس ورپورې كړي او خلك د توحيد دين ته راوبولي. ځينو مفسرانو ويلي، چې له دعاء د ابراهيم (ع) منظور د اسلام د پېغمبر (ص)  بعثت و؛ لكه چې پخپله له حضرت (ص) روايت شوى دى: ((د پلار مې د ابراهيم له دعاء [منظور] زه يم)). ددې وينا مؤيده دا ده، چې د قرآن په څو ځايونو كې ويل شوي، چې د پېغمبر دين هماغه د ابراهيم دين دى. په دې توګه ددې آيت مضمون د هغه دعاء په څېر ده، چې خداى يې د كعبې جوړولو پر وخت د حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) له خولې وايي: ((پالونكيه! په هغوى كې له خپلو يې يو تن استازى ورپاڅوه، چې آيتونه دې ورولولي او كتاب او حكمت وروښيي او سپېڅلي يې كړي (بقره_ 129) ))په يو روايت كې لولو، چې له رښتونې ژبې مراد، امير المؤمنين علي (ک)  دى. (الميزان، 15: 286 مخ.) كه د دين په پايښتنۍ او د توحيد كليمې په غځېدا كې د علي (ک) ونډې ته ځير شو؛ نو دا هم د اسلام د پېغمبر تر څنګ د ابراهيم (ع) رښتونې ژبه ده.

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۹﴾ = خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه الله ته ورشي.))

 89_ قلب سليم؛ روغ سپېڅلى زړه: روغ سپېڅلى زړه؛ يعنې هغه زړه، چې له هر ډول رنځ او اخلاقي كږلېچه لرې وي. په اسلامي رواياتو كې يې په اړه ډېرې خبرې شوي. بايد ددې زړه پېژندو ته څو ټكي په پام كې ونيسو: 1_ له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((چې په هر زړه كې شرك او شك وي راپرځېږي (او بې ارزښته دى) )). 2_ بلخوا پوهېږو، چې سختې توکیزې او دنياپالې لېوالتياوې، انسان ګناه او بې لارېتوب ته وركاږي؛ ځكه ((د دنيا مينه، د ټولو ګناهونو سرچينه ده))؛ نو سليم زړه هغه دی، چې د دنيا له مينې تش وي. تر دې آيت لاندې له امام صادق (رح) نه يو روايت دى: (( سليم زړه هغه دى، چې د دنيا له دوستۍ خوندي پاتې شوى وي)). 3_ سليم زړه هغه دى، چې بې له ((الله)) بل پكې نه وي، داسې چې امام صادق (رح) ددې آيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې ويلي: ((سليم زړه، هغه زړه دى، چې خداى په داسې حال كې ويني، چې بې له ده بل پكې نه وي)). په ډاګه ده، چې په دغسې ځايونو كې له قلبه او زړه منظور، د بنيادم روح دى. په اسلامي رواياتو كې د زړه او روغتيا په باب او كوم آفتونه، چې وررسي او له دې آفتونو سره د مبارزې د دود په اړه ډېر مطالب راغلي، چې له ټولو يې معلومېږي، اسلام له هرڅه وړاندې، انديزې، ګروهيزې او اخلاقي بيخبنا ته اهميت وركوي؛ ځكه ټولې عملي كړلارې ترې راولاړېږي؛ لكه چې د ظاهري زړه روغتيا د جسمي روغتيا لامل او رنځ يې د ټولو غړيو د رنځ لامل دى ؛ – ځكه په وينه د بدن ټولو ژوندينكو ته د زړه په مټ د بدن ټولو سيمو ته خواړه ورلېږل كېږي- همدغسې د انساني ژوند د كړلارو سموالى او فساد، د ګروهې او اخلاقو د سموالي او فساد څرك او انعكاس دى. (نمونه، 15: 273 مخ.)

وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۹۰﴾ = او (پر هغه ورځ به) جنت متقیانو ته ورنژدې كړاى شي؛

 90_ جنت نژدې كېږي: په زړه پورې خو داده، چې دا آيت نه وايي، چې متقیان جنت ته ورنژدې كوي؛ بلكې وايي: ((جنت متقیانو ته ورنژدې كوي)). چې دا د متقیانو  خورا پرتمین او ارزښتمن مقام ته اشاره ده. (نمونه، 15: 268 مخ.)

قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ ﴿۱۱۱﴾ = ویې ويل :((ايا پر تا ايمان راوړو او حال دا خوارو او پرېوتو خلکو دې لار منلې ده ؟!))

قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۲﴾=   (نوح) وويل :(( له كړنو يې خبر نه يم . 

إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ ﴿۱۱۳﴾ = كه پوهېږئ، د حالاتو ګروېګنه يوازې زما د پالونكي کار دى .

وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۴﴾ = او زه د مؤمنانو شړونکى نه يم.

 111 تر 114_ د دين په دودولو كې د بېوزليو ونډه: د هغې زمانې د كافرانو پر اندونو خورا ناوړه پاړه کیزه (طبقاتي) روحيه واكمنه وه؛ نو ځكه يې تشلاسې پاړکي ،ارذال (ټيټ او بې ارزښته وګړي) ګڼل. شتمني، مال، كور، جامې، د سپرلۍ ښكلې او قيمتي وزله يې د ارزښتونو د سنجونې كچه بلله او له پاكۍ، تقوى، حقپالنې او انساني لوړو ځانګړنو، چې په تشلاسې پاړکي كې ډېر  وو او په  اشرافو او غوښنو كې ډېر لږ ول غافل او بې پروا وه؛ البته دا نيوكه، يوازې پر نوح (ع) ونشوه؛ بلكې پر نورو پېغمبرانو او د اسلام پر پېغمبر (ص) هم شوې وه. ان زموږ په پېر كې د حق پر مشرانو يې هم كوي، چې ډېر پلويان مو بېوزلي، مستضعفين، پښې لوڅي او بربنډ دي. له دې خبرې يې مطلب د خوګانو او نيمګړتيا پيدا كول دي؛ خو ناځانخبري صفت كوي او د اسلام د ښوونځي آريزوالى او اصالت لاسليكوي. (نمونه، 15: 282 مخ.) د تاريخ څېړنه هم څرګندوي، چې تل بېوزلي او نشتمن د پېغمبرانو د بلنې په منلو او دودولو كې مخكښ ول. نن هم ليدل كېږي، چې په ديني غونډو، جوماتونو او د دعاء په مراسمو كې د لاس اړې او منځنۍ پاړکو خلك ډېره برخه اخلي. (اطيب البيان، 10: 60 مخ.)

وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ﴿۱۲۹﴾ = او ټينګې ماڼۍ جوړوئ، په دې هيله چې په دنيا کې به تل ترتله پاتې شئ.

 129_ ښكلې ماڼۍ؛ د آخرت درانه پېټي: د اسلام له پېغمبره (ص) په يو حديث كې لولو، چې يوه ورځ پر لوی لارې تېرېده او د لارې پر سر پرته يوه دنګه ماڼۍ يې وليده. ويې پوښتل: (( دا څه دي؟)) يارانو وويل: دا د يوه انصاري ده. آنحضرت لږ تم شو، چې خاوند يې راورسېد او سلام يې واچو. پېغمبر اکرم (ص) خپل مخ ترې واړو… انصاري دا موضوع له خپلو چاپېريالانو سره ګډه كړه او و يې ويل: پر خداى قسم وينم، چې رسول الله (ص) رانه خپه دى. نه پوهېږم، چې څه مې كړي؟! ورته وويل شول: پېغمبر (ص) د دې دنګې ماڼۍ په ليدو خپه شوى دى. انصاري ولاړ او رنګه يې كړه. يوه ورځ پېغمبر اکرم ورغى او ماڼۍ يې ونه ليده. ويې ويل: ((پردې ماڼۍ څه وشول؟)) پېښه يې ورته وويله. ويې ويل: ((په رښتيا، چې په قيامت كې هره ماڼۍ پر خاوند يې يو دروند پېټى دى؛ خو دومره چې ترې ناچاره وي)). له دې روايته او ورته رواياتو د اسلام ليد پوره څرګندېږي، چې اسلام له طاغوتي او اسرافي ماڼيو سره مخالف دى او مسلمانانو ته اجازه نه وركوي، چې د مستكبرينو په څېر د دغسې ماڼيو په جوړولو لاس پورې كړي، په تېره په هغو ځايونو كې، چې بېوزلي او نشتمن د اوسېدانې په تنګسه كې وي. پاموړ داچې د اسلام پېغمبر (ص)   دې انساني موخې ته د وررسېدو لپاره زورو نه كاراوه او د دغسې ماڼۍ د ړنګولو امر يې و نه كړ؛ بلكې په يو نرم اخلاقي غبرګون يې خپله موخه پلي كړه. (نمونه، 15: 293 مخ)

وَإِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿۱۳۰﴾ = او چې څوک مو په لاس درغى؛ نو د ظالمانو چلن ورسره كوئ؛

 130_ په شخړه كې بې رحمي: په دې آيت كې د عاد قوم يوې بلې ناوړې ځانګړې (؛يعنې په شخړه كې بې رحمۍ) ته اشاره شوې ده. حضرت هود (ع) ورته وويل، شونې ده څوك يو چار وكړي، چې سزا وركړاى شي؛ خو درته نه ښايي له حق او عدالته پښه واړوئ او ډېرې لږې ګناه ته په خورا درنه سزا قايل شئ او د غوسې پر مهال تورې راواخلئ او خلك ووژنئ، چې دا د زمانې د زورمټو او سرغړاندو كار دى. (نمونه، 15: 294 مخ.)

وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۵۱﴾ = او له بریده اوښتو [خلكو] امر مه منئ؛

الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۱۵۲﴾ = دوى خو په ځمكه كې د سمونې پرځای فساد خپروي .

 151 او 152_ له پولې او ښتو او پرځمكې د فساد كولو ترمنځ اړيكه: د پنځون او تشريع د قانون له پولې اوړېدنې ته اسراف وايي. څرګنده ده، چې په يو سم غونډال كې، له پولې هر ډول تېرى، د فساد او ويجاړېدو لاملېږي. په بله وينا: د فساد سرچينه اسراف دى او د اسراف پايله فساد دى؛ البته اسراف پراخه مانا لري: كله د خوراك څښاك په څېر ساده موضوعات وي او كله په كسات او غچ اخستو كې له بريده وتل او كله په ورمندون كې، چې په دروغو پاى ته رسي او كله په ګروهو كې، چې په شكمنۍ پاى ته رسي او كله د ځانپالنې، استكبار او زبېښاك پر مانا راغلى او په پاى كې هر ډول ګناه ته اسراف وايي. له دې ځايه د اسراف او فساد اړيكه ښه څرګندېږي. د يو شمېر سترو مفسرانو په وينا: هستي يو مخې پېیون – نظم او سمون دی او ان كه كله يې د اجزاوو ترمنځ كوم تضاد او ټكر ليدل كېږي؛ خو بيا هم پرېمانه همغږي پكې شته. دا پېینه د نېکو موخو په پلو وربهيږي او خپل هر يو جز ته يې خپل بهير ورټاكلى دى. اوس كه يو جز له خپل مدار او كړۍ ووځي او د فساد لار خپله كړي، د ده او د نړۍ د نورو اجزاوو ترمنځ شخړه رامنځ ته كېږي. كه دا ناپېونه اسرافكار جز یې خپل بهير ته راستون كړاى شو؛ خو ډېر ښه، كه نه، له منځه يې وړي،چې په دې توګه غونډال خپل ټاكلي بهير وهلو ته دوام وركړي. انسان هم كه د خپل فطرت پر مدار حركت وكړي او د هستۍ له نظام سره همغږى وي؛نو ورټاكل شوې نيكمرغې موخې ته ورسي؛ خو كه له خپلې پولې واوړي او پر ځمكه د فساد پر لار ګام كېدي، خداى يې غوږ تاووي او په سختو او دردناكو پېښو ګوتڅنډنې وركوي؛ خو كه اغېز يې پرې و نه كړ او فساد يې په بدن كې جرړې ځغلولې وې، خداى يې په ((استيصال عذاب)) د ځمكې له مخې لرې كوي. په دې توګه روښانېږي، چې ولې خداى په دې آيتونو، ((اسراف)) پر ځمكه له ((فساد)) سره يو ځاى ښوولى دى. (نمونه، 15: 307 مخ.)

قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۵۳﴾ = ویې ویل: (( (صالحه!) پر تا كوډې شوي (او خپل عقل دې له لا سه وركړى دى.)

 153_ پر الهي پېغمبر ستر تور: ((مسحَّر)) د ((سحر)) له ویی او هغه ته ويل كېږي، چې كوډې پرې شوې وي. كافران ګروهن ول، چې كوډګر په كوډو، د وګړيو عقل او هوښ له كاره غورځوي. دا خبره يې نه يوازې صالح (ع) ته كړې؛ بلكې پر نورو پېغمبرانو يې هم دا تور ورپورې كړى؛ ان د اسلام پر پېغمبر(ص)؛ لكه چې د فرقان سورت په 8 آيت كې لولو: ((تاسې يوازې د يوه كوډو ځپلي سړي پلیوني ياست! ))عقل يې په دې كې ليده، چې انسان له چاپېريال سره همرنګ وي، ډوډۍ د ورځې پر نرخ وخوري او ځان له ټولو مفسادو سره همغږى كړي؛ نو كه كوم الهي او اوښتونیز – انقلابي نارينه به د شركي ګروهو او فاسد غونډال راپرځونې ته راپاڅېد؛ نو ددې سول له مخې يې، لېونى ورته وايه، چې كوډې پرې شوي دي. (نمونه، 15: 311 مخ.)

فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ ﴿۱۵۷﴾ = نو اوښه يې ټپي كړه؛(او ويې وژله)؛نو (بيا له خپلو كړنو) پښېمانه شول .

 157_ د ګناهګار په ګناه كې يې د پلويانو ګډون: له امير لمؤمنين علي (ک)  څخه په يو روايت كې لولو: ((خلكو! پر يو چار خوشحالي يا خپګان، د ثواب او عذاب لاملېږي، يوه تن د صالح او ښه ووژله؛ خو ټول په الهي عذاب كې راونغاړل شول؛ ځكه د ټولو پرې خوښه وه)) (نهج البلاغه، 192 خطبه). له دې ځايه بنسټيز آر ته يوه دريڅه پرانستل كېږي، چې انديز او ښوونځيز تړاوونه د وګړيو برخليك سره غوټه كوي. (نمونه، 15: 314 مخ.)

أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۵﴾ = ايا په انسانانو كې يوازې له نارينه وو سره جنسي اړيكې ساتئ (ايا دا ناوړه او له شرمه ډك كار نه دى؟!)

وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿۱۶۶﴾ = او خپلې هغه مېرمنې پرېږدئ، چې پالونكي مو درپيدا كړي؟! ؛ بلكې تاسې تېري ګر وګړي ياست!))

 165 او 166_ د همجنس پالنې سپېرې پايلې: اړنګ – شك نشته، چې جنسي بېلارېتوب، له خورا خطرناكو بېلاريتوبونو ځنې دى او شونې ده په انساني ټولنو كې راپيدا شي؛ ځكه خپل سپېره سيورى پر ټولو اخلاقي موضواتو وراچوي او انسانان عاطفي بېلارېتوبونو ته وركاږي. دا ګناه تر دې د اسلام له ليدلوري ناوړه او ننګينه ده، چې د اسلامي حدودو په ابوابو كې يې، حد او سزا اعدامول دي. له امام رضاء (رح) نه په يوه حديث كې ددې ګناه د فلسفې په حراموالي كې راغلي: (( د نارينه وو پر نارينه وو او د ښځو پر ښځو د تحريم فلسفه داده، چې دا چار د هغه پنځ – طبيعت پر خلاف دى، چې خداى نر او ښځې ته ورټاكلى دى او په دې پار دى، كه نارينه او ښځې هم جنس پالي شي، د بشر ځوځات پرې كېږي او د ټولنيز ژوند تدبير پر فساد اخته كېږي او نړۍ ويجاړېږي)) د اسلام له پېغمبر (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((همجنس پالي ته به د جنت بوى و نه رسي)). له علي (ک) په يو روايت كې، لواط د كفر په بريد كې ښوول شوى دى. ان هغوى چې د همجنس پالنې ټيټ پړاوونه وهي؛ خورا سختې سزاګانې ورته يادې شوې دي؛ لكه له رسول الله (ص)   په يو حديث كې لولو: ((چې څوك يو هلك په شهوت موچې كړي، خداى يې د قيامت پر ورځ د اور په كوړه وهي)).

أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ﴿۱۸۱﴾ = پيمانې پوره پوره وركوئ او (په ډنډۍ وهلو كې نورو ته) له زيان وررسوونكيو مه ياست؛

وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ﴿۱۸۲﴾ = او په سمه تله تول كوئ؛

 181 او 182_ كم پلورنه: قرآن مجيد څو ځل د كم پلورنې او په تله او پيمانه كولو كې د ټګۍ پر ضد مبارزې ټينګار كړى، تردې چې دې پېیون ته پاملرنه يې په هستۍ كې د پنځون غونډال په كتار كې بللې وايي: [ او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود، چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونكړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ) او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه رسوئ. (رحمن: 7 تر9) ] دا آيتونه دې ته اشاره لري، چې په تللو او پيمانه كولو كې عدالت ته پاملرنه څه كوچنۍ او كم اهميته موضوع نه ده؛ بلكې د عدالت او پېیون – نظم د آر يوه برخه ده، چې پر ټوله هستۍ واكمنه ده. له آره خو په ټولو څيزونو او  هر ځاى كې حق، عدالت او پېینه او حساب يو بنسټيز آر دى او لكه چې و مو ويل، يو آر دى، چې پر هستۍ واكمن دى؛ نو ځكه له دې آره هر ډول بېلارېتوب، خطرناكې او بدې پايلې دي. په تېره كم پلورنه خپلمنځي ډاډ، پانګه چې د راكړې وركړې مهم اركان دی، له منځه وړي او وټيز غونډال – اقتصادي نظام ويجاړوي. دا موضوع هم پاموړ ده، چې كم پلوري له حقوقي پلوه د پېروونكيو پوروړي دي او توبه يې هله شونې ده، چې غصب شوي حقوق بېرته وركړي او ان كه خاوند يې و نه پېژني، بايد انډول يې د اصلي خاوند له لوري د ((مظالمو د رد)) په نامه بېوزليو ته وركړي. بايد پام مو وي، چې كم پلرونه پراخ مفهوم لري او د دندو په كولو كې هر ډول كم كاري او لنډون رانغاړي. په دې توګه، كارګر، چې له خپل كاره څه كموي، ښوونكى او استاد، چې سم درس نه وركوي، هغه دولتي مامور، چې پر خپل وخت دفتر ته نه حاضرېږي او اړین زړه سوی نه لري، دا ټول په دې حكم كې رانغاړېږي او په پايلو كې يې برخوال دي. (نمونه، 12: 111 مخ.)

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۸۹﴾ = په پاى كې يې دروغجن وګاڼه؛ نو د سيورې د ورځې [اورغورځې ورېځ] عذاب راونیول، په رښتيا چې دا د یوې لويې (درنې) ورځې عذاب و.

 189_ د سيوري والا ورځې عذاب: ((ظله)) د هغې ټوتې وريځې پر مانا ده، چې سيوري اچوي. ډېرى مفسرينو تر آيت لاندې راوړي، چې د حضرت شيعب (ع) د قوم پر سيمه اوه ورځې سخته ګرمي راغله او هېڅ باد نه لګېده. ناڅاپه په اسمان كې يوه ټوټه ورېځ راښكاره شوه او باد ولګېد. دوى له خپلو كورونو راووتل او له ډېرې تنګسې د وريځو تر سيوري لاندې كېناستل. په دې وخت كې له وريځې يوه مرګونې برښنا او كړسهار راولاړ شو، چې غوږونه يې كڼول. ورپسې يو اور ورباندې پرېووت او ځمكه ولړزېده او ګرد سره هلاك شول. پوهېږو، چې صاعقه (برښنا) د وريځې او ځمكې ترمنځ د غښتلي برېښنایز بهیر پايله ده، چې هم بوږنوونکی غږ لري او هم تندر او ستر اور غورځوي او كله د پېښې په ځاى كې له سختې زلزلې سره هم مل وي. په دې توګه د قرآن په ګڼ شمېر سورتونو كې، چې د حضرت شعيب د قوم د عذاب په باب ډول ډول تعبيرونه راغلي، ټول يو حقيقت څرګندوي. د اعراف سورت په 91 آيت كې ((الرَّجْفَةُ)) (زلزله) د هود سورت په 94 آيت كې (( الصَّيْحَةُ )) (ستره كړيكه) او په دې آيتونو كې ((عذاب يَوْمِ الظُّلَّةِ )) راغلى دی.

نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ﴿۱۹۳﴾ = روح الامين (جبرئيل) ستا پر (پاك) زړه نازل كړى دى؛

 193_ الرُّوحُ الْأَمِينُ: له ((روح الامين)) څخه مطلب، د وحې پرښته؛ يعنې حبرائيل دى؛ ځكه د بقرې سورت 97 آيت هم د وحې راكوزول ورپورې تړلي دي: ((ووايه: چې څوك له جبرائيل سره دښمن دى (په حقيقت كې د خداى دښمن دى؛ ځكه) هغه خو د خداى په حكم ستا پر زړه قرآن رانازل كړى دى)) په بل ځاى كې يې ((روح القدس)) ياد كړى دى. (بقره_87) خداى ځكه جبرائيل ته ((روح الامين)) ويلى، چې وښيي، هغه پېغمبر (ص) ته د الهي پيغام په رسونه کې امين دى او د خداى په خبره كې په لوى لاس يا تېرو يا د هېر له مخې څه اړونه او ادلون بدلون نه راولي. (الميزان، 15: 316 مخ.)

وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ ﴿۱۹۸﴾ = او كه دا مو پر ځينو عجمو [= ناعربو] نازل كړى واى،

فَقَرَأَهُ عَلَيْهِمْ مَا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۹۹﴾ = او دا يې ورلوستى واى؛ ايمان يې پرې نه راووړ.

 198 او 199_ توكم پالنه: بېشكه انسان، چې د هر هېواد، ټبر او خېل وي؛ نو ورسره مينه هم لري، چې دا مينه نه يوازې نيمګړتيا او عيب نه؛ بلكې ټولنيزو همكاريو ته يو رغنده لامل هم دى؛ خو دا مينه څه بريدونه لري، كه له خپل بريده تېر شي؛ نو ويجاړتيا او كله خو ناورینونه رامنځ ته كوي. خيلي، توکمیز او ټبريز تعصب، چې غندل شوى، په دې مينه كې له پولې وراوړېدل دي. د قوم، ټبر، خېل،توکم او هېواده افراطي دفاع په تاريخ كې د ډېرى جګړو سرچينه وه او نورو اقوامو ته د ټبر او توکم د سننو او آدابو په نامه د خرافاتو د لېږد لامل و. دا افراطي دفاع او پلويتوب كله تر دې بريده رسي، چې د خپل ټبر تر ټولو ناوړه وګړي ښكلي او ښه ويني او د نورو غوره وګړي بد او سپېره ګڼي. په بله وينا: توكم پالنه، د ځانپالنې او ناپوهۍ يوه پرده ده، چې د انسان پر اندونو، درك او عقل راخپرېږي او سم ورمندون له كاره غورځوي. دا د عصبيت او توكم پالنې حالت په ځينو اقوامو كې ډېر دى، له دې ځنې يو شمېر عرب دي، چې په تعصب كې مشهور او په دې آيت كې ښوول شوي دي. د جاهلي عربو تعصب تر دې بريده و، كه قرآن پر ناعربو رانازل شوى واى؛ نو ايمان يې پرې نه راووړ. په اسلامي رواياتو كې تعصب د يوه ناوړه خوى په نامه سخت غندل شوى، تر دې چې له رسول الله (ص)   په يوه حديث كې لولو: ((د چا په زړه كې چې د ږدن دانې هومره عصبيت او توكم پالنه وي، خداى يې د قيامت پر ورځ له جاهلي عربانو سره راپاڅوي)) امام صادق (رح) ددې آيت په تفسير كې ويلي دي: ((كه قرآن پر عجم رانازل شوى واى؛ نو عرب پرې ايمان نه راووړ؛ خو قرآن پر عرب رانازل شو او عجم پرې ايمان راووړ او دا عجم ته يو غوراوى او فضيلت دى)) (نمونه، 15: 353 مخ.)

 وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۱۰﴾ = او (هېڅكله) دا آيتونه، شيطانانو او پيريانو راوړي نه دي؛

 وَمَا يَنْبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۲۱۱﴾= او دوى ددې وړ نه دي او نه يې وس لري (چې وحې وكړي).

 إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ﴿۲۱۲﴾ = (ځکه) دوى د (وحې) له اورېدو منع شوي دي.

 210 تر 212 پورې_ پر قرآن يو بل تور!: دا آيتونه د قرآن د دښمنانو يو تور يا يوه پلمه ځوابوي، چې ويل یې: محمد (ص)   له كوم پيري سره اړيكه لري او آيتونه ورښيي! حال داچې قرآن ټينګار كوي، چې د آيتونه (( تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ )) دي. له آره د قرآن منځپانګه، د حق او بلنې په بهير كې پر پاكۍ، عدالت، تقوى او د هر ډول شرك پر نفې امر كوي، چې راښيي قرآن له شيطاني اندونو او د شيطانانو له القائاتو سره هېڅ ډول ورته والى نه لري. د شيطانانو كار خو يوازې او يوازې شر او فساد دى او قرآن د خير  او سمونې كتاب دى. پردې سربېره، دا چار د پېريانو له وسې پوره نه دى. كه دا ځواك یې درلوداى؛ نو پاليانو به د قرآن په څېر يو كتاب راوړى واى، چې د قرآن د نزول پر وخت له شياطينو سره په اړيكه كې ول (يا لږ تر لږه مشركانو يې اړيكه رښتونې ګڼله)، سره له دې، چې ټول بېوسي ول او په بېوسۍ يې جوتېږي، چې آيتونه يې له وسې پورته دي. پردې سربېره پاليان پخپله منښته كوي، چې د پېغمبر(ص) له زوكړې روسته، د هغو شيطانانو اړيكه ورسره پرې شوه، چې له اسمانونو خبر وو. د قرآن له نورو آيتونو هم معلومېږي، چې شياطين ډېر اسمانونو ته ورتلل او په پټه يې غوږ ايښووه او د پرښتو ترمنځ اوڅار شوي مطالب يې، كله خپلو دوستانو ته ورلېږدول؛ خو د پېغمبر (ص)  په زوكړه او بعثت، په پټه غوږ ايښوونه يومخې پرې شوه او د هغه خبرې تړاو له منځه ولاړ. پردې مطلب پخپله مشركان هم پوهېدل، او كه نه پوهېدل، قرآن خبر كړل. (نمونه، 15: 363 مخ)

وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴿۲۱۴﴾ = او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.

 214_ د نژدې خپلوانو بلنه: له علي (ک) روايت شوى: ((چې دا آيت نازل شو، رسول الله (ص) د عبدالمطلب اولاده، چې پر هغه وخت 40 تنه يا يو ترې ډېر يا كم ول، راوبلل، ويې ويل: له تاسې كوم يو زما رور، وارث، ملاتړ او تر ما روسته په تاسې كې زما وصي او ځايناستېږئ؟ دا خبره يې هر يوه ته وكړه او ټولو يې وړانديز و نه مانه، د خبرې مخ ماته شو. ما وويل: رسول الله (ص)  ! زه چمتو يم. په دې وخت كې يې د عبدالمطلب ځوځات ته وويل: دا مې په تاسې كې تر ما روسته زما وارث، ملاتړى او زما ځايناستى دى. بيا بلل شويو يو په بل ملنډې ووهلې، پاڅېدل او ابو طالب ته يې وويل: امر يې دركړ، چې په دې هلك پسې به ځې او منې به يې)) (علل الشرايع، 1: 170 مخ.)

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿۲۲۴﴾ = (د اسلام پېغمبر شاعر نه دى؛ځکه) شاعران هغه دي،چې لار ورکي ورپسي روان وي.

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿۲۲۵﴾ = ايا نه وينې، چې دوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي .

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾= او  دوى هغه څه وايي،چې پخپله يې نه كوي؛

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ ﴿۲۲۷﴾ = 227   خو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې چارې يې كړي او “الله” ډېر يادوي او چې كله تېری پرې وشي؛ نو د ځان (او مؤمنانو) دفاع ته راپاڅي (او په دې لار كې له شعره هم كار اخلي)؛ او ظالمان به ژر پوه شي،چې كوم ځاى ته ورګرځي .

 224 تر 227_ په اسلام كې شعر او شاعري: بېشكه د انسان د ټولو وجودي پانګو په څېر د شعر ذوق او د شاعرۍ هنر، هله ارزښتمن دى، چې په سم بهير كې وكارېږي او رغنده ګټنه ترې وشي؛ خو هله بې ارزښته او زيانمن دى، چې د ټولنې د ګروهيزو او اخلاقي بنسټونو نړولو، فساد او بې بندوبارۍ ته د هڅولو لپاره وكارېږي يا انسانان پوچۍ، چټياتو او خيال پلوۍ ته راكاږي او يا يې د يوې تشې او بې مانا بوختيا په څېر وكاروي. په رمضان مياشت كې د روژه ماتي پر مهال د علي (ک) يو شمېر يارانو خبره شعر او شاعرۍ ته راښكوده؛ خو علي (ک)   ورته وويل: ((پوه شئ، چې دين ستاسې د چار كچه ده، تقوى مو د ساتنې لامل دى، ادب مو ښكلا ده او زغم ستاسې د پت ساتنې لامل دى((هو! شعر يوه وزله ده او د ارزونې كچه يې هغه موخه ده، چې شعر ورته كارول شوى دى. كله دا وزله د فساد او تخريب له اغېزمنو لاملونو ځنې شوې او كله داسې كارول شوې، چې يو قوم او ملت يې د خونړي دښمن پر وړاندې راپاڅولى او دومره سرښندنې يې كړي، چې دښمن يې مات كړى. له امام صادق (رح) روايت شوى دى: ((چې څوك زموږ په هكله يو بيت شعر ووايي، خداى په جنت كې يوه خونه ورته جوړوي)) (نمونه، 15: 381 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!