بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الـروم د منتخبو آیتونو شرح د روم سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت مطالب په اوو برخو كې لنډيږي: په ګانده – راتلونکې كې په پېښېدونكې جګړه كې پر ايرانيانو د روميانو د بريا مخوینه. 2_ د بې ايمانه وګړيو د اندود او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د سورة الـروم د منتخبو آیتونو شرح
د روم سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت مطالب په اوو برخو كې لنډيږي: په ګانده – راتلونکې كې په پېښېدونكې جګړه كې پر ايرانيانو د روميانو د بريا مخوینه. 2_ د بې ايمانه وګړيو د اندود او حالاتو يوه څنډه. 3_ په اسمانونو، ځمكه او د انسانانو په وجود كې د خداى د ستریا د آيتونو يوه مهمه برخه. 4_ تر آفاقي او نفسي نښو او دلايلو روسته د ((فطري توحيد)) خبره. 5_ د بې ايمانه او ګناهګارو وګړيو د حالاتو سپړنه او د ګناهونو له امله يې پر ځمكه فساد. 6_ مالكيت، د خپلوۍ حق او د سودخورۍ غندنه. 7_ د توحيد دلايل، د حق نښې او په معاد پورې اړوند موضوعات.( نمونه، 16: 355 مخ)
غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿۲﴾ = رومیان مغلوب شول [= (د) روميانو (امپراطوري فارسیانو) ماته کړه.]
فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿۳﴾ = (او دا ماتې) په ډېر نژدې هېواد كې (درته) وه؛ خو دوى به تر(دې) ماتې روسته ژر بريالي شي…
فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۴﴾ = په څو كلو كې؛ ځکه ټولې چارې د هماغه الله دي؛ څه (تر دې ماتې او بريا) مخكې يا روسته او پر هغه ورځ به (د يوې بلې بريا له لامله) مؤمنان د الله له مرستې خوشحاله شي
2 تر 4_ يوه هېښنده وړاندوينه: ستر مفسران يوه خوله دي، چې دا آيتونه ځكه رانازل شوي، هغه مهال، چې پېغمبراکرم (ص) په مكه كې و او مؤمنان لږ ول، د ايرانيانو او روميانو ترمنځ يوه جګړه ونښته او ايرانيان پكې بريالي شول. د مكې مشركانو دا په ښه پال ونيوه او د خپل حقانيت دليل يې وباله او ويل يې: ايرانيان مجوس او مشرك دي؛ خو روميان مسيحي او كتابيان دي؛ لكه څنګه چې ايرانيان پر روميانو لاسبري شول، روستۍ بريا د شرك ده او ډېر ژر به د اسلام ټغر راټول شي او موږ هم بريالي كېږو. كه څه دا پايلې پر كوم بنسټ ولاړې نه وې؛ خو په هغه چاپېريال كې يې ډوند – تبليغ پر ناپوهو خلكو اغېزمن و؛ نو ځكه پر مسلمانانو سخته تېرېده. بيا دا آيتونه رانازل شول او پرېكنده يې وويل كه څه ايرانيان په دې جګړه كې بريالي شوو؛ خو ډېر وخت به تېر نشي، چې له روميانو به ماتې وخوري. آيت يې ان زماني واټن هم ښوولى دى. ((بِضْعِ))، (لږ تر لږه درې كاله او له ډېرو نه ډېر نهه كاله). د قرآن دا پرېكونې مخویني، چې له يوې خوا ددې اسماني كتاب اعجاز او د راوړونكي يې د پالوونكي پر بې پايه پوهې اډانه و؛ خو بلخوا د مشركانو د مخوینۍ پر مقابل لوري وه، چې مسلمانانو ته یې ځانګړې خوشحالي وركړه. (نمونه، 16: 359 مخ.)
يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ﴿۷﴾ = (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پايه) بې خبره دي .
۷_ ظاهر ويني او موحدان؛ دوه مخامخ لوري: له آره د يو مؤمن او الهي انسان ليد له يو مادي او مشرك انسانه ډېر توپير لري. مؤمن د خپلې توحيدې ګروهې له مخې، هستي د حكیم خداى مخلوق بولي، چې ټولې كړنې یې د شمېر او كړلارې له مخې دي او په همدې دليل ګروهن دي، چې هستي، د رازونو او دقيقو رمزونو يوه ټولګه ده، په هستۍ كې يو څيز هم ساده نه دى او ددې كتاب ټولې کلیمې له منځپانګې او مانا ډكې دي او ټول ژوي د پوه پنځونكي خداى نښې دي؛ خو يو مادي او بې ايمانه وګړى، هستي د ړندو كڼو او بې موخو پېښو تولګه بولي او يوازې ظاهر ته يې ويني او پر باطن ورته قايل نه دى. ايا هغه كتاب ته پر اهميت او ژورتيا قايلېداى شو، چې يو ماشوم په بې موخو حركتونو د كاغذ پر مخ كرښې كاږلې وي؟ بلخوا څنګه شونې ده، چې څوك د نړۍ آريزه موخه او روستۍ پړاو بولي، د هغه په څېر وويني او غور وكړي، چې دا نړۍ تلپاتې ژوند ته د ازمېښت ډګر بولي؟ هغه يوازې ظاهر ويني او دا باطن او د ژورو تل ته سوچ کوي. د ليدنو دا اړپېچ يې پر ټول ژوند اغېز شيندي: مادي او ظاهروينی انسان، انفاق د زيان لامل بولي؛ خو موحد يې ګټوره سوداګري ګڼي. مادي انسان، سود خوړل د خپلو عايداتو زياتوالى بولي؛ خو مؤمن يې د اوبال، ګناه او بدمرغۍ لامل ګڼي. مادي انسان، جهاد د كړاو او سرخوږۍ لامل او شهادت له منځه تګ بولي؛ خو یوپالی، جهاد د سرلوړۍ نښه او شهادت تلپاتې ژوند ګڼي. هو! بې ايمانه وګړي، يوازې د دنیوي ژوند ظاهر ګوري او له آخر ته غافل دي. (نمونه، 16: 367 مخ)
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوأَى أَنْ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۰﴾ = بيا د بدچاريو پايله (ډېره) بده شوه (؛ ځكه) چې د الله له آيتونو منکر او ملنډې یې ورپورې وهلې.
10_ دروغ ګڼل؛ د ګناه پاى: دا آيت د كافرانو د كفر روستي پړاو ته اشاره لري، چې ګناه یې خوړونكې ناروغي شوې؛ روح او ايمان يې ورخوړلى او له منځه وړى دى او چار یې تر دې بريده رسولى، چې الهي آيتونه دروغ ګڼي او تردې يې هم پښه وراړولې او نور اړ باسي، چې پر پېغمبرانو او الهي آيتونو ملنډې ووهي او داسې پړاو ته رسي، چې ورم او وعظ ورته اغېزمن نه وي او يوازېنۍ لار يې د الهي دردناك عذاب كوړه ده، چې بايد جارو يې كړي. د ياغيانو او جنايتكارانو د ژوند ليك له څېړنې معلومېږي، چې دوى په پيل كې دغسې نه ول او په زړونو كې يې د ايمان څه څرك لګېده؛ خو پر له پورې ګناهونه يې ددې لامل شول، چې ورځ تر بلې له ايمان او تقوا واټن ونيسي او په پاى كې د كفر روستي پړاو ته ورسي. په تاريخ كې راغلي، چې حضرت زينب (س) وليدل، چې يزيد بن معاويه داسې خبرې او اشعار وويل، چې پر اسلام يې ملنډې ووهلې، چې دا دريځ يې د اسلام پر بنسټونو د ايمان نه درلودو راولاړ شوى و؛ نو حضرت زينب (س) تر حمد او درود روسته وويل: خداى په رښتيا وويل، چې ((ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا))؛ يعنې كه ته نن په دې كفر ډولي اشعارو له اسلام او ايمانه نټه کوې،هېښنده نه ده؛ ځکه دا هماغه څه دي، چې خداى ويلي، چې مجرمان په پايله كې زموږ آيتونه دروغ ګڼي. (نمونه، 16: 374 مخ)
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ ﴿۱۴﴾ = او د قيامت د جوړېدو پر ورځ (خلك) يو له بله بېلېږي.
14_ ((السَّاعَةُ)) د قيامت له نامو ځنې دى: ((السَّاعَةُ)) د وخت يوه برخه يا د ژر تېرېدونكيو شېبو پر مانا ده او داچې قيامت ناڅاپي راپېښېږي او هم د ژر حسابي توب په غوښتنه، خداى پر هغه ورځ په بېړه د بندګانو حساب كوي، دا تعبير د قيامت په باب كارول شوى، چې د خلكو تل قيامت ته پام وي. ځينو ژبپوهانو ويلي، چې ((السَّاعَةُ)) د هغه وخت نامه ده، چې د نړۍ د پاى شپېلۍ وهل كېږي او ټول ناڅاپه مري او هم د هغه وخت نامه ده، چې خلك په قيامت كې راپاڅول كېږي. دا نامه ځكه د نړۍ پاى او د قيامت پېښدو ته غوره شوې، چې په لومړۍ شپېلۍ كې ټول ناڅاپه مري او په دويمه شپېلۍ كې ټول راپاڅي او قيامت جوړېږي. ځينو ويلي، چې((السَّاعَةُ)) په درېيو ډولونو دی. ستر ساعت: د قيامت ورځ او حساب ته د خلكو ژوندي كېدل. منځنى ساعت: (په الهي سزا او استیصال عذاب) د يوې زمانې د اوسېدونكيو د ناڅاپي مړينې ورځ. كوچنى ساعت: د هر انسان د مړينې ورځ. (نمونه، 16: 380 مخ.)
فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿۱۷﴾ = نو الله وستايئ، چې ماښام كوئ او چې سهار كوئ.
وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿۱۸﴾ = او په اسمانونو او ځمكه کې ستاېنه يوازې هماغه ته ده او مازيګر (یې) وستايئ او چې درباندې ماسپښين کېږي.
17 او 18_ په ټولو حالاتو كې تسبيح او ستاينه خداى ته ده: په دې دوو آيتونو كې، د پالوونكي تسبيح ته څلور وخته ويل شوي: د شپې پيل، ګهيځ، مازديګر او ماسپښين؛ خو حمد (ستاينه) له مكاني پلوه عموميت موندلى او اسمان او ځمكه پكې رانغاړل شوې ده. شونې ده، چې په دې آيتونو كې د څلورو وختونو يادول د تسبيح دوام ته كنايه وي؛ لكه چې وايو: پلانۍ شپه و ورځ څاره؛ يعنې همېش او هر وخت يې په څار كې وسه. مفسرانو د ((فَسُبْحَانَ اللَّهِ)) او ((وَلَهُ الْحَمْدُ)) په تفسير كې دوه احتماله ياد كړي: لومړى داچې دا دواړه خبري غونډلې دي؛ نو ځكه تفسير يې د متعال خداى له خولې دى، چې د ځان د پاكوالي خبر وركوي؛ لكه چې د مؤمنون سورت په 14 آيت كې وايي: (( نو الله ډېر بركتناك دى، چې تر ټولو پيدا كوونكيو ډېر ښه پيدا كوونكى دى)) دويم داچې دا ((حمد او تسبيح))امر دى؛ يعنې تسبيح او حمد يې ووياست. دا تفسير خورا نژدې ښکاري، چې دا آيتونه، ټولو بندګانو ته يو امر وي، چې د شرك او ګناه د اغېزو څنډلو ته، هر ګهيځ و ماښام، هر ماسپښين و مازديګر، په نمانځه او نمانځه بهر د خداى تسبيح او حمد ووياست. له رسول الله (ص) په يوه حديث كې راغلي: ((چې څوك ګهيځ مهال، دا دوه آيتونه او ورپسې آيت ولولي؛ نو څه يې، چې د ورځې له لاسه وځي، جبران به يې كړي او چې څوك يې د شپې په پيلامه كې ولولي، څه يې چې د شپې له لاسه وځي، جبران به يې كړي.)) (نمونه، 16: 383 مخ)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ = او له نښو یې دا ده، چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيدا كړه. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي.
21_ د آرامۍ لامل: دا آيت د بشري ټولنې لومړي بنسټ (؛يعنې كورنۍ او پرې واكمنې روحيې اړيكې) ته اشاره لري. په دې آيت كې، د مېړه او ښځې ژوند موخه،ځوځات پاينه نه؛ بلكې د ارامۍ تر لاسه كول بلل شوي. د مېړه او ښځې له ژونده، چې كومه ارامي ترلاسه كېږي، په دې پار ده، چې دا دواړه د يو بل بشپړاندۍ- بشپړوونکي، د غوړېدا، ژغورنې او پالنې لامل دي؛ داسې چې هر يو يې بې له بله نيمګړى دى او د واده له لارې خپله بشپړتيا مومي. دا آرامي په جسمي اړخ پورې ځانګړې نه؛ بلكې روحي اړخ يې ترې مهم او غړیالی – غښتلى دى. انسان ته چې د واده نه كولو له امله كومې اروايي نا آرامۍ، اروایزې نا انډولۍ او ډول ډول ناروغۍ راپيدا كېږي، ددې مانا څرګند ږوی- شاهد دى. ((مَّوَدَّةً)) د مينې پر مانا ده او((رَحْمَةً)) د هغه نرمۍ پر مانا ده، چې د انسان په زړه كې پيدا كېږي او له زړه سوي وړ سره یې نیکۍ كولو ته يې ورماتوي. په دې آيت كې مينه، په دوو اړخيزو چارو پورې اړوند ده؛ لكه هغه مينه، چې د مېړه او ښځې ترمنځ شته او هر يو د يو بل چوپړ ته اړباسي؛ خو رحمت يو اړخيز دى او يو ډول سرښندنه ده. په رښتینه کې بايد د مېړه او ښځې ترمنځ دوه ډوله مانيزه اړيكه ټينګه وي: لومړۍ هغه اړيكه، چې په دوه اړخيزه بڼه راښكاره كېږي او دويم بلا عوض چوپړتياوې دي؛ ځكه په ګردو انساني ټولنو (؛لكه كورنۍ) كې كمكيان، كمزوري او له كاره لوېدلي وګړي شته، كه د دوه اړخيزو چوپړتياوو پر تمه شي؛ نو تل به بې برخې وي. دا قرآني تعبير څومره لطيف دى، چې انساني ټولنې به يې بې له كارولو كله هم د آرامۍ او سوكالۍ مخ ونه ويني. (پيام قرآن، 2: 447 مخ.)
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ﴿۲۲﴾ = او (د قدرت) له نښو یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او ستاسې د ژبو او رنګونو ( توپير او) بېلابېلوالى دى، په حقيقت كې په دې (كار) كې پوهانو ته نښې دي.
22_ د ژبو او رنګونو توپير؛ يو بل نعمت: په رښتيا، چې د بشر ټولنيز ژوند د وګړيو په پېژندنې كې شونی دى. كه يوه ورځ ټول خلك، په يوه څېره، بڼه او قد شي، پر هماغه يوه ورځ به د ژوند سټه راونړېږي، له پردي به پلار، اولاد او مېرمن نه پېژندل كېږي، نه به ګناهګار له بې ګناه او نه به دوست له دښمنه. رښتيا، چې څه هېښنده ربړه به راولاړ شي. د ځينو مفسرانو په وينا، ددې آيت له مخې، يو انسان له بله په سترګو يا غوږونو پېژندل كېږي. خداى د سترګو معلومولو ته رنګونه او ډول ډول بڼې پنځولې دي او د غوږونو نومېرنې – تشخيص ته يې ډول ډول اوازونه او غږونه؛ داسې چې په ګرده نړۍ کې دوه انسانان پيدا كولاى نشو، چې د څېرې او غږ له مخې كټ مټ يو رنګ وي؛ يعنې د انسان څېره ، مخ او غږ د پالوونكي په واک په ميلياردونو ډولونو شوي، چې دا د خداى د ستریا له نښو ځنې دي. (نمونه، 16: 394 مخ.)
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ = نو مخ دې د پالونكي ساهو او توحیدي دين ته ورسم کړه، دا یو پیدایښت دى، چې خدای خلک پرې پيدا كړي، په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛ دا هماغه بيخي سم دين دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.
30_ د فطرت دين: د فطرت له مهمو ماناوو ځنې يو هم، پنځون دى. دا آيت په ډاګه دين يوه فطري موضوع بولي او تل يې د انسان د پنځون مل ګڼي. د خداى پېژندنې د فطري والي په ويينه كې د پوهانو له ويناوو ترلاسه كېږي، چې دوه بېلابېلې لارې یې وهلي: ځينو دلته فطرت د عقلي څرګند استدلال پر مانا نيولى، چې هر انسان عقلي كمال ته له ورسېدو روسته، د هستۍ غونډال په كتو او د پنځون د اسرارو په لېینه- ګواهۍ سملاسي همدې حقيقت ته ورلېږدول كېږي، چې محال ده دا بديع غونډال او هېښنده خوالې يې د يوې بې عقلې او بې شعورې مبداء زيږنده وي؛ خو فطرت يو بل مفهوم لري، چې په دې ويينو كې خورا سم برېښي؛ داچې انسان بې له (پېچليو او څرګندو) استدلالونو حقايق مومي، په څرګنده يې تر لاسه كوي او مني يې. د مثال په توګه، چې كله ښكلى او خوږبويه ګل ويني، په ښکلا يې منښته كوي او په دې ادراك كې هېڅ ډول استدلال نه ويني. وايي: په ډاګه ده، چې ښکلى دى او دليل ته څه اړتيا نشته. د خداى فطري درك همدغسې دى. انسان، چې كله ځان ته ويني، د حق رڼا ويني او د زړه په غوږونو يو غږ اوري؛ هغه غږ، چې په هستۍ كې يې د پوهې او بې ساري واک مبداء ته رابلي؛ هغه مبداء، چې مطلق كمال دى او په دې وجداني درك كې، د ګل د ښكلا په څېر، ځان دليل ته اړين نه بولي. پرېمانه لاسوندونه شته، چې په ډېره څرګنده بڼه د توحيد فطري والى راوړاندې كړي، داسې چې د نټو – منكرانو خوله ټپه كړي. مهم لاسوندونه يې په څلورو برخو كې لنډولاى شو: 1_ د نړۍ پخوانيو تاريخپوهانو، چې تاريخي واقعيات څېړلي، ښيي هغه مهال، چې په اقوامو كې هېڅ دين نه و؛ نو هر يو په يو ډول په هستۍ كې د پوهې او واک پر مبداء ګروهن او مؤمن و او نمانځه يې. 2_ له تاريخ وړاندې (د ليك له پيدا كېدو او د انسانانو د ژوند ليك له كښلو مخكې) پېرونو اثار او نښې راښيي، چې مخكېنيو قومونو ځان ته يو دين درلود؛ پر خداى، معاد او له مرګ روسته ژوند ګروهن ول؛ په دې دليل، چې د خپلې خوښې څيزونه يې ورسره ښخول، چې په مرګ پسې ژوند كې یې وكاروي. سمه ده، چې دا چارې ښيي، چې ديني ايمان يې په ډېرو کږنو او انګېرنو ككړ و؛ خو ددې خبرې دليل دى، چې آریزه موضوع؛ يعنې له تاريخ هاخوا پېرونو كې، ديني ايمان نانټی دی- انكارېدونكى نه دى. 3_ د انساني اروا په باب اروايي څېړنې او د ارواپوهانو را برسېرونې او د انسان ارورښتینې – اصيل څوبمنۍ – تمايلات هم د ديني ګروهو پر فطري والي څرګند دليل دى. پردې مانا هغه څلور پېژندلي او اصيلې ننګېرنې – احساسونه ږوي – ګواه دي، چې يو شمېر اوسنيو ارواپوهانو د بنيادم څلور ګوني اړخونه معرفي كړې دي. دا څلور احساسه دا دي: د پوهې حس، د ښكلا حس، د نېكيو حس او ديني حس، چې كله یې مطلق كمال ته په ورماتېدو تعبيروي او هماغه دى، چې انسان دين ته وربلي او بې له دې، چې دليل ته څه اړتيا ولري، انسان د هغه سترې مبداء پر شتون مؤمنېږي. 4_ په روستيو پېړيو په تېره لويديځ كې د دين پر ضد سختې ډنډورې وشوې، چې په دې لار كې يې هر ډول وزلې وكارولې؛ خو له زړونو يې د دين جرړې را و نه ايستاى شوې او اپوټه يې ديني ننګېرنې له سره راوغوړېدې. د ((فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا)) په تفسير كې له امام صادق نه په يو روايت كې لولو، چې مطلب، توحيد دى. په ځينو رواياتو كې، د اسلام ټول آرونه، فطري چارې ښوول شوې دي؛ هغه كړنلارې، چې بايد پېغمبران یې ابلاغ او د دوی ځايناستي يې وساتي او په شرعي مشرۍ، ولايت او د الهي حكومت په جوړېدو يې پلې كړي او پايلې يې په بله نړۍ كې ښكاره شي. (پيام قرآن، 3: 98 مخ. د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: اعراف/۱۷۲ څرګندنه)
فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۳۸﴾= نو د خپلوانو، تنګلاسو او مسافرو حق وركړه، دا هغوى ته غوره ده، چې د الله رضا غواړي او همدوى بريالي دي.
38_ د خپلوانو حق: دا تعبير، ددې مطلب ښوونكى دى، چې په دې آيت كې هغه خپلوان، چې په اړه یې خبره شوې، ثابت او پرله پورې حق لري. آيت پېغمبر(ص) ته وايي. د آيت له ظاهره او له ورسره قراينو او نښو معلومېږي، چې آيت د خمس په اړه دى او امر يې په پېغمبر (ص) او په هغوى پورې اړوند دى، چې د خمس (پینځمې) په وركولو مكلف دي او له خپلوانو مطلب، د پېغمبر(ص) خپلوان دي، چې خمس ورپورې ځانګړى دى او نه بل څوك. له امام باقر او امام جعفر (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( چې دا آيت پر پېغمبر (ص) رانازل شو؛ نو آنحضرت (ص) د فدك سيمه فاطمې بي بي ته وركړه)) (الميزان، 16: 190 مخ.) ؛نو ځكه دا آيت يوه ځانګړې مانا لري، نه عامه او پراخ. (نمونه، 12: 94 مخ + اطيب البيان، 10: 390 مخ. (د خمس په باب وګورئ: انفال_41 څرګندنه) )
وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ﴿۳۹﴾ = او څه چې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله پر وړاندې نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.
39_ حلاله ربا: مفسرانو دې آيت ته ډول ډول تفاسير راوړاندې كړي؛ خو تر ټولو څرګند او د اهلبيتو له روايت سره ښه همغږى تفسير دادى، چې مطلب هغه ډالۍ دي، چې ځينې يې نورو (په تېره شتمنيو) ته وړي، چې غوره او ډېره بدله ترې تر لاسه كړي. ښكاره ده، چې په دې ډول ډاليو كې، نه د مقابل لوري استحقاق په پام كې نيول كېږي او نه وړتياوې او نه ړومبيتوبونه؛ بلكې ټوله پاملرنه دې ته ده، چې ډالۍ هغو ځايونو ته وركړاى شي، چې ډېرى پيسې ترې تر ګوتو كړي. طبيعي ده، په دغسې ډاليو كې، چې اخلاص پكې نشته، له اخلاقي او مانيز پلوه بې ارزښته دي؛ نو ځكه په دې آيت كې له ربا مطلب، ډالۍ او وركړه ده او د ((لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ)) مطلب له خلكو د ډېرې بدلې اخستل دي. بېشكه د دغسې بدلې اخستل حرام نه دي؛ ځكه كوم شرط پكې نشته؛ خو اخلاقي او مانيز ارزښت نه لري. له امام صادق نه په ګڼ شمېر رارسېدليو رواياتو كې دا يې د حرامې ربا پر وړاندې، چې پكې شرط ايښوول كېږي، په حلالې ربا تعبير كړى. (نمونه، 16: 444 مخ.)
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۱﴾ = د خلکو د كړنو له لامله، په وچه او لمده كې فساد څرګند شو، چې (الله) د خپلو ځينو کړنو (سزا) وروڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راو ګرځي.
41_ ګناه؛ په وچه او لمده كې د فساد سرچينه: دا آيت د ګناه او فساد ترمنځ پراخه اړيكه څرګندوي. بېشكه هر خلاف چار، د ټولنې پر حال ټپال او له دې لارې د وګړيو پر اکر- وضع اغېز پرېباسي او په ټولنيز غونډال كې د يو ډول فساد لاملېږي. ګناه، خلاف چار او قانون ماتونه، د خرابو او مسمومو خوړو په څېر په بدن كې هرومرو نامطلوب اغېز شيندي او انسان ورته طبيعي غبرګون ښيي؛ لكه دروغ، ډاډ له منځه وړي او په امانت كې خيانت، ټولنيزې اړيكې ګډوډوي او ظلم تل د بل ظلم پيلامه كېږي او… دا د ګناه او فساد طبيعي اړيكه ده؛ خو له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې پردې سربېره، ډېری ګناهونه، ځينې سپېرې نښې او اثار هم لري، چې له نښو سره يې تړاو رانه پټ نه دى؛ لكه په رواياتو كې راغلي، چې د زړه سوي پرې كول عمر لنډوي او د پلارمړي د مال خوړل، زړه تياره كوي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((هغوى چې د ګناه په پار مري، تر هغوى ډېر دي، چې په پنځیزه- طبيعي مړينه مري)) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يوه روايت كې لولو: (( زنا شپږ پايلې لري: درې په نړۍ كې او درې په آخرت كې. په نړۍ كې له انسان رڼا او نورانيت لرې كوي، ژر مري او روزي پرې كوي. په آخرت كې سخت حساب ورسره كېږي، پالوونكى پرې غوسه او په اور كې تلپاتې وي.)) (نمونه، 16: 456 مخ.) له رسول الله (ص) په يوه بل روايت كې لولو: (( تر ما روسته، چې په خلكو كې زنا راښكاره شي، ناڅاپي مړينې ډېرېږي، چې ډنډۍ وهي، خداى پرې وچكالي او كمښت رالېږي او چې زكات نه وركوي، ځمكه ترې د كر، مېوو او كانونو بركتونه اخلي او چې په ورمندون كې تېرى وكړي؛ نو په ظلم او دښمنۍ كې به يو د بل مرستندوى شي او چې ژمن ماتي شي، خداى يې دښمنان ورلاسبروي او چې زړه سوى پرې كړي، شتمني د اشرارو لاسونو ته لوېږي او چې كله پر نېكیو له امره او د بديو له منع لاس واخلي او زما د اهلبيتو د نېكانو لاروي ونه كړي، خداى پرې بدچاري واكمنوي؛ نو نېكان او ښه وګړي يې دعاء كوي؛ خو نه قبلېږي)). (پيام قرآن، 4: 468 مخ.)
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۴۶﴾ = او د الله (د برمیالۍ) له نښو داده، چې [د رحمت د بارانونو] زېرګري بادونه لېږي، چې د خپلې لورنې يوه برخه دروڅكي (او ماړه مو كړي) او چې په حكم يې بېړۍ وچلېږي او له فضله يې برخمن شئ او ښايي منندوى (يې) شئ.
46_ زېرګري بادونه: كه څه په قرآن كې تر اورښته ډېر د باد پر زېري وركولو ډډه وهل شوې؛ خو ((مُبَشِّرَاتٍ)) په دې مانا كې را ايسارولاى نشو؛ ځكه له بادونو سره نور پرېمانه زېري هم شته: بادونه، د هوا تودوخه او سړوخه انډولوي، په ستره فضا كې عفونتونه استهلاكوي او هوا چاڼوي، پر پاڼو او بوټو د لمر د تودوخې دباو كموي او د لمر سوځېدو مخنيوى كوي؛ د ونو پاڼو، چې اكسيجن توليد كړى، انسانانو ته يې راوړي او د انسانانو لخوا توليد شوى كاربن ډای اکسایډ بوټو ته ورډالۍ كوي؛ ډېرى بوټي تلقيح كوي او د بوټو په نړۍ كې د نر او ښځې څاڅكي سره نښلوي؛ د ژرندو د حركت وزله او درمندونونه پرې چاڼېږي، په بېديا كې تخمونه شيندي، داسې چې په كوم ځاى كې پرېمانه تخم وي، د زړه سواندي بڼوال په څېر يې په ګرده بېديا كې خپروي، بادي بېړۍ له مسافرو او بار سره بېلابېلو سيمو ته وړي. ان نن، چې ماشيني وزلې د باد ځايناستې شوي، بيا هم د مخالفو او موافقو بادونو لګېدل، د بېړيو په ګړنديتوب او پستوب كې ډېر اغېزمن دي. هو! دوى ډېرو چارو ته زېري وركوونكي دي. پردې مطالبو سربېره، د باد يوه بله مهمه ونډه، د اورښت پر مهال ده. بادونه د وريځو ټوتې له سمندرونو د وچو پر لور وړي، وريځې په اسمان كې خپروي، بيا يې راغونډوي، چاپېريال يې سړوي او باران ورولو ته يې چمتو كوي. (نمونه، 16: 464 مخ.)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ = او په رښتيا تر تا مخكې مو (ډېر) استازي خپلو قومونو ته ورلېږلي ول؛ نو معجزې يې وروړې؛ خو(چې نصيحتونو اغېز و نه کړ او له انکار سره مخ شول؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته راباندې یو حق دی.
47_ د مؤمنانو مرسته را پرغاړه ده: ددې آيت په وينا، مؤمنان پر خپل پالوونكي دا حق لري، چې خداى یې په دنيا او آخرت كې مرسته وكړي. ددې مرستې يو مصداق له مجرمانو كسات اخستنه ده؛ البته پام مو وي، چې خداى، مؤمنانو ته له خپل لوري دا حق وركړى دى او څوك ويلاى نشي، چې خداى په مرستې كولو مجبور دى؛ بلكې دا پر مؤمنانو د خداى يوه پېرزوينه ده. په يو روايت كې لولو، چې ((هېڅوك د خپل رور د پت دفاع نه كوي؛ خو داچې دا حق د خداى پر غاړې دى، چې په قيامت كې د جهنم اور ترې لرې كړي.)) (الميزان، 16: 205 مخ.)
فَانْظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾ = نو د الهي لورنې اغېزو ته وګوره، چې ځمکه تر مړاوېدو یې روسته څنګه راژوندۍ كوي، هو! همدغه (د ځمكې راژوندى كوونكى په قيامت كې هم) د مړيو را ژوندی كوونكى دى او هغه پر هر څه واکمن دى .
50_ باران؛ د خداى له لوري يوه لورنه: د باران په باب د الهي رحمت تعبير، په بېلابېلو اړخونو كې يې بركتناكو اغېزو ته اشاره ده. باران وچې ځمكې خړوبوي، د بوټو تخمونه پالي، ونو ته نوى ژوند وربښي، دوړې كېنوي او د ژوند چاپېريال پاكوي، بوټي وينځي او تاندوي يې، هوا د انسان راښكلو ته نرموي، په ځمكه كې ننووځي او څه موده روسته د كاريز او چينې په ډول ښكاره كېږي، کاټیالې- نېرونه او ويالې ترې جوړېږي، چې په برېښناکوټونو كې په كابو كولو برېښنا ترې توليدوي، توده او سړه هوا انډولوي، تودوخه راټيټوي او سړښت د زغم وړګرځوي. (نمونه، 16: 470 مخ.) له امام سجاد نه په يو روايت كې لولو: ((خداى، له اسمانه باران وروي، چې د غرونو پر څوكو، غونډيو، جوغوړيو او لوړو ژورو ورېږي، داسې چې دانه دانه، نرم، پرله پسې، كله غټ غټ او كله نرى نرى ورېږي، چې په ځمكه كې پوره ډوب ننووځي او ځمكه خړوب شي، او د نيز په بڼه يې نه وروي، چې سيمې، ونې، كرنې او مېوې مو خرابې كړي)). (پيام قرآن، 2: 256 مخ.)
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۵۲﴾ = [پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او نه هغو کڼو ته بلنه وراورولاى شې،چې مخ اړولي شا کړي روان وي .
وَمَا أَنْتَ بِهَادِ الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۵۳﴾ = او (همداراز) ته (اندیز) ړانده له خپلې بېلارۍ سمې لارې ته راوستاى نشې (هن!) ته يوازې هغوى اورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو باور کوي او (پخپله) غاړه ایښوونکي وي.
52 او 53_ د قرآن په منطق كې مرګ او ژوند: دا دواړه آيتونه، د پېژندو د لاملونو ټولګه او له بهر سره د انسان د اړيكې لار څرګندوي: د زړه مړتوب پر وړاندې د نومېرنې – تشخيص حس او ويښ عقل، د اورېدو (سمع) له لارې په اورېدونكيو غږونو د حق خبرو اورېدل او منل، د سترګو (بصر) له لارې په سترګو د حق او باطل د څېرو كتل؛ خو ځېل، خپلسري، په پټو سترګو تګ او ګناه د انسان حقيقت وينې سترګې ړندوي او غوږونه كڼوي او كله يې عقل او زړه هم له كاره غورځوي. د دغسې وګړيو د ښیون لپاره كه ټول پېغمبران، وليان او پرښتې يو لاس شي، څه اغېز پرې كړاى نشي؛ ځكه اړيكه يې له بهرنۍ نړۍ سره بېخي پرې ده او نه يوازې په ځان كې ډوب شوي؛ بلكې د قرآن له ليده، دا وګړي، له جسمي پلوه ژوندي؛ خو د مړيو په شمېر كې دي. اپوټه، په ظاهره مړه؛ لكه شهيدان تلپاتې ژوندي دي. ددې جلا جلا انګېرنې علت په دې پار دى، اسلام پردې سربېره، چې انسان د ژوند او وګړې- شخصيت كچه روحاني ارزښتونه بولي، د انسان ګټه رسونه او نه رسونه يې، ژوند او شتون ته يوه كچه ګڼي. هغه چې په ظاهره ژوندى دى؛ خو دومره په شهواتو كې ورډوب دى، چې نه د مظلوم غږ اوري، نه د حق د خاوند او اواز کوونکي یا منادي غږ اوري، نه د نشتمن او بېوزلي څېره ويني اونه د پنځون په ډګر كې د پالوونكي د ستریا نښې او ان يوه شېبه د خپلې ګاندې او تېر په باب سوچ نه كوي. د قرآن په منطق كې دغسې يو څوك مړى دى؛ خو هغوى چې له مرګه روسته اثارو يې نړۍ نيولې، اندونه، ليكه او لار يې مشر، لاربه -لارښود او بېلګه وي، دغسې كسان ژوندي او تلپاتې وي. (نمونه، 15: 541 مخ)
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ ﴿۵۴﴾ = الله هغه ذات دى، چې تاسې يې له کمزوري حالته پيدا كړئ، بيا تر کمزورۍ روسته يې پياوړتيا او قوت (در) وباښه، بيا یې په قوت پسې (دويم ځل) کمزورۍ او زړښت ته ورورسولئ، څه یې چې خوښه وي، پيدا كوي يې او هغه ډېر پوه وسمن دى.
54_ د فقر او غنا برهان: دا آيت د توحيد يو بل دليل (چې د فقر او غنا په برهان يادېږي) ته اشاره كوي او انسانانو ته وايي، چې د ژوند په پيل كې دومره كمزوري او بېوسي وئ، چې ان له ځانه مو د مچ شړلو وس هم نه درلود يا د خپلې خولې لاړې بندې كړئ او له انديز پلوه مو خپل څارن لورين مورو پلار هم نه پېژندل؛ خو سوكه سوكه مو وده وكړه، غړیالي شوئ، اندامونه مو غښتلي شول، پياوړى فكر او وسمن عقل او درك مو پيدا كړ. دا ونجون – بدلون او لوړې ژورې، دې حقيقت ته يو غوره دليل دى، چې نه دا ځواک ستاسې دى او نه هغه كمزوري؛ بلكې دواړه له بل لوري دي. دا پخپله يوه نښه ده، چې بل ستاسې د شتون څرخ ګرځوي او هر څه چې لرئ، عارضي دي. علي (ك) په يوې نوراني وينا كې وايي: ((خداى مې د هوډونو په اړولو، د ستونزو په هوارولو او د همتونو په ماتولو وپېژانده.)) له دې ونجون شوم، چې آريز ځواك له بل سره دى او موږ، چې څه لرو، يوازې د هغه وركړه ده. پاموړ خو داچې د انسان د دويمې كمزورۍ په باب د ((شَيْبَةً)) (زړښت) ویی هم ورزياتوي؛ خو په لومړۍ كمزورۍ كې د ماشومتوب نامه نه اخلي. شونې ده، دا تعبير دې ته اشاره وي، چې د زړښتت كمزوري خورا دردناكه او سخته وي؛ ځكه لومړى، د ماشوم اپوټه، مخه يې مرګ ته ده او له نړۍ ځي، دويم، كومه تمه، چې له با تجربه بوډاګانو كېږي، له ماشومانو كله هم نه كېږي؛ حال داچې كله يې كمزوري او بیوسي يو رنګ وي او دا ډېره عبرتناكه ښكاري. دا يو پړاو دى، چې سرغړاند او ياغي ځواكمنان په ګونډو كوي او كمزورۍ، خوارۍ او ذلت ته يې وركاږي.( نمونه، 16: 479 مخ)
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿۶۰﴾ = نو زغمناک وسه، چې د الله ژمنه رښتینې ده؛ هسې نه ناباوري دې بې ثباته او کاواکه کړي.
60_ كافران دې غوسه نه كړي: دا آيت د اسلام پېغمبر (ص) ته دوه مهمې سپارښتنې او يو زېرى وركوي، چې د ناپوهو ځېليانو او سرسختو عقلمنو پر ضد همېشنۍ مبارزه كې يې زغم او استقامت ته بلي. لومړۍ سپارښتنه، صبر او زغم دى، چې د بريا آريزه كونجي ده. آيت د پېغمبر زړه خوشحالولو ته زياتوي: ((په رښتيا، د الله ژمنه رښتونې ده)) هغه تا او مؤمنانو ته ژمنه دركړې، چې پر ځمكه به بريا او خلافت در برخه كوي، اسلام به پر كفر لاسبرى كېږي، رڼا به پر تيارې او پوهه به پر ناپوهۍ بريالۍ كېږي او هرومرو دا ژمنه پوره كوي. دلته د ((وعد)) ویی، پرله پسې ژمنو ته اشاره ده، چې په قرآن كې د مؤمنانو د بريا په باب وركړاى شوې ده. (روم_47، غافر_ 51، مائده_ 56) دويمه سپارښتنه، په دې سخته مبارزه كې ټیکاو، نه كاواكېدل، د متانت ساتنه او نه غمجنېدل دي. (نمونه، 16: 489 مخ)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- بادونه
- باران؛ د خداى له لوري يوه لورنه
- په ټولو حالاتو كې تسبيح او ستاينه خداى ته ده
- حلاله ربا
- د آرامۍ لامل
- د خپلوانو حق
- د روم سورت تفسیر
- د ژبو او رنګونو توپير؛ يو بل نعمت
- د سورة الـروم د منتخبو آیتونو شرح
- د فطرت دين
- د فقر او غنا برهان
- د قرآن په منطق كې مرګ او ژوند
- د مؤمنانو مرسته
- زیری ورکوونکي
- زېرګري بادونه
- ژوند
- ظاهر ويني او موحدان؛ دوه مخامخ لوري
- ظاهربین کسان
- قرآنکریم پښتو تفسیر
- قرآنکریم پښتو ژباړه
- قرآنکریم تفسیر
- ګناه
- ګناه؛ په وچه او لمده كې د فساد سرچينه
- مرګ
- مرګ او زوند
- موحدین