تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د  سيرت پوهنې غوره لار  سيرت سازي حکمونه   خداى پر خپلو څرګندو او کله په پرله پسې حکمونو د  رسول الله (ص) کړلار او د ژوند سيرت ټاکه . څو بېلګو ته پام وکړئ . ١_ همداچې حکم يې ورکړ،چې ووايه : پالونکيه ! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د  سيرت پوهنې غوره لار

 سيرت سازي حکمونه

  خداى پر خپلو څرګندو او کله په پرله پسې حکمونو د  رسول الله (ص) کړلار او د ژوند سيرت ټاکه . څو بېلګو ته پام وکړئ .

١_ همداچې حکم يې ورکړ،چې ووايه : پالونکيه ! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ زِدْنِي عِلْماً[1]) لار ورښيي،چې کله هم ځان له زده کړې فارغ او خلاص شوى مه ګڼه .

٢_همداچې په سهار او ماښام کې د خداى د ياد حکم ورکوي،ورته وايي:له غافلينو مه وسه : ((وَاذْكُر رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ والآصَالِ وَلاَ تَكُن مِنَ الْغَافِلِينَ[2]  = ((او خپل پالونكى دې ګهيځ او ماښام په زړه كې په  زاريو او وېرې،ورو او ارام ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!))

دا د  رسول الله (ص) نمانځیز سيرت انځوروي ‏.

٣_ د سجدې،تسبيح،تهجد او تلاوت په حکم يې نمانځیز سيرت ټاکي .

  حضرت ام سلمه بي بي (د  رسول الله (ص) مېرمن) وویل :  رسول الله (ص) به په نيمه شپه کې ولاړ و،لاسونه به يې پورته ول،اوښکې يې تويولې،ویل يې : (( خدايه! راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله. دښمن مې ښاد نه کړې او له هغو بلاګانو،چې دې ساتلى يم،بېرته مې پرې اخته نه کړې او د سترګې د رپ هومره مې هم پرخپل حال مه پرېږده،حضرت يونس يوې شېبې ته پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې راګېرشو)) .[3]

  هو! د  رسول الله (ص) خوى د الهي احکامو له مخې و. يوې بېلګې ته مو پام را اړوم : همداچې د احد په جګړه کې مسلمانانو د  رسول الله (ص) خبره ونه منله او ماتې يې وخوړه او دوه اويا ياران يې شهيدان شول او غاښ يې مات شو او د مکې د مشرکينو له راتلونکې پرېشانه و،چې داسې چلن يې وکړ؛نو و  يې ويل : (( څنګه به داسې خلک نېکمرغه شي،چې د خداى له رسول سره داسې چلن کوي؟ [4])) چې آيت راغى:د خلکو راتلونکى درپورې اړه نه لري : ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ))؛يعنې ان که هغوى خورا بد کارونه هم وکړل ؛نو مه نهيلېږه،کېداى شي همدا مشرکان سبا مسلمانان شي .

 ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ[5] = ته ( د كافرانو د بښنې يا له جګړې د تښتېدليومؤمنانو په باب) هېڅ ډول اختيار نه لرې؛خو داچې (خداى) وغواړي و يې بښي يا سزا وركړي؛ځكه هغوى ظالمان دي . ))

نو د رسول الله (ص) کړنلار د الهي حکمونو پر بنسټ ده . د  رسول الله (ص) خوى دا و؛پر څه چې پوهېده؛نو هغه يې ويل او پرڅه،چې نه پوهېده،نه يې ويل .

 ‏خداى ورته وايي : خلکو ته ووايه :خبرې مې د وحې پر بنسټ دي او د هماغې وحې تابع دي او هېڅ کله نه وايم ،چې د خداى خزانې راسره دي يا داچې له ټولو عيبونو خبر يم يا داچې پرښته يم [6].

له خلکوسره د  رسول الله (ص) اړيکې داسې وې،چې خلکو نېغ په نېغه پوښته،کله ‏د روح په هکله،[وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ[7]] کله د سپوږمۍ د غټېدو او نرۍ کېدو‏ په هکله [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ[8]   کله د عمومي مالونو په اړه ‏[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ[9]] کله د قيامت د ورځې د وخت په هکله [يَسْئَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ[10]] او کله يې د ښځو د حيض په هکله [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ[11]] .

د سيرت سريزه

د پېغمبراکرم (ص) سیرت د اسلام له نظره د شناخت- پېژندنې یوه سرچينه ده. خبرې يې خو پر ځای پرېږده،وګړه-شخصیت يې؛يعنې سیرت او طریقه يې پېژندنې ته یوه سرچینه ده.د  رسول الله (ص) سیرت را ته د الهام یوه سرچینه ده .

«لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[12] په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

دا روښانول غواړم،چې د  رسول الله (ص) سیرت څه ته وايي او په کومه بڼه راته د پېژندنې سرچينه ده؛ خو دلته یو ټکی ویل غواړم :

کوم ظلم مو چې له قرآن سره کړی،هماغه مو له پېغمبراکرم سره هم کړی . کله،چې وايي، رسول الله (ص) داسې و؛نو وایو،هغه خو پېغمبر و،ته مو له  رسول الله (ص) سره پرتله کوې؟

د پېغمبراکرم پر “سيرة” لنډه ویینه کوو،چې په حقيقت کې د پورته آيت يو ډول شننه هم ده.

د سيرې مانا او ډولونه

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[13]په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

د  رسول الله (ص) سيرت د پېژندنې یوه زېرمه ده،چې مسلمان باید خپل لید پرې سم او بشپړ کړي .

پر موږ مسلمانانو دا د خدای پېرزوینه ده او د نورو ادیانو د لارویانو په پرتله زموږ د مسلمانانو ویاړنه ده،چې یو خوا د پېغمبراکرم ډېری خبرې مو په لاس کې دي او د کاڼي کرښه ده،چې دا خبرې د  رسول الله (ص) دي؛یعنې متواتر او ډاډمنې دي[14]،حال دا چې نور ادیان داشان ادعا نشي کړای،چې په غوڅ ډول ووایي،دا غونډله-جمله د ساري په ډول د حضرت موسی(ع) یا حضرت عیسی(ع) ده،غونډلې يې ډېرې دي؛خو دومره ډاډمنې نه دي . موږ له خپل پېغمبره متواترې خبرې لرو.

بلخوا د  رسول الله (ص) تاریخ مو خورا روښانه او مستند دی . په دې اړخ کې هم د نړۍ نور مشران راسره ګډون نه لري،ان د پېغمبراکرم د ژوند دقیقې شېبې مو په غوڅ ډول په لاس کې دي،چې د یو چا په هکله هم داسې نه دي . کال، میاشت، د زوکړې ورځ او ان د زوکړې اوومه ورځ،د شېدو خوړنې پېر ، هغه پېر،چې په بيدیا کې يې تېر کړی،تر بلوغ مخکې پېر، له عربستانه بهر سفرونه، تر نبوت مخکې يې،چې کومې بوختياوې درلودې،واده يې پر کوم کال و،اولادونه يې او داچې تر خپلې مړینې مخکې يې څومره اولادونه مړه شوي دي،پر کومو کلنو مړه شوي او داسې نور،چې ورپسې د رسالت او بعثت پېر ته رارسي . دلته معلومات لاپسې دقیقېږي؛ځکه ستره پېښه پېښېږي : لومړی پرې چا ایمان راووړ؟ دویم او درېم څوک ول؟ پلاني پر کوم کال ایمان راووړ؟ کومې خبرې د هغه او نورو ترمنځ وشوې؟ څه کارونه يې وکړل؟څه طریقه يې درلوده؟حال داچې حضرت عیسی (ع)،چې د شریعت څښتن و او په ټولو سترو پېغمبرانو کې موږ ته نږدې دی،که قرآن هغه نه وای تایید کړی او داچې مسلمانانو د قرآن په حکم ،هغه یو حقیقي الهي پېغمبر نه واى ګڼلی؛نو ناشونې وه،چې حضرت عیسی (ع) په دنیا کې اثبات او تاييد شوی وای .

قرآن د حضرت عیسی(ع) وجود تایید کړی او داچې موږ پر قرآن ایمان لرو؛نو پر دې مطلب کله هم اړنګ نه کوو.همداراز د حضرت عیسی (ع) حواریون څوک ول؟ انجیل په کوم تاریخ او تر حضرت عیسی څو سوه کاله وروسته د کتاب په بڼه شو؟ څو انجیله ول؟ دا ټول هر څه ناڅرګند دي .

خو موږ مسلمانانو ته دا سرچینه،که د پېغمبراکرم چلن وي یا وینا؛په ډېر څرګند او غوڅ ډول شته . دا هماغه مطلب و،چې غوښتل مې ويې وایم .

موظف یو،د پېغمبراکرم له ویناوو،چلن،قول او کړ- فعله ګټنه وکړو،چې هم راته لارښود او هم لاسوند- سند دی .

د  رسول الله (ص)  ژورې خبرې

 د مشرانو په خبرو کې ستر چار دادی،چې ډېر دقیق ټکي پکې ایښوول شوي،چې خلک پرې پوه شي،په تېره  رسول الله (ص) د خپلو خبرو په هکله وايي:((خدای راته جامع کلمات راکړي دي[15] .)) ؛يعنې خداى راته داسې ځواک راکړى،چې په يوې وړوکې خبرې کې د نړۍ هومره مطلب ويلاى شم [ او د پښتنو په څرګندنه : سيند په کوزه کې ځايولاى شم.]

ټولو د پېغمبراکرم خبرې واورېدې؛خو ټولو و نه شو کړاى؛لکه څرنګه چې باید وي،هماغسې د آنحضرت د خبرو ژورو ته ورسي؟ کله هم نه . نهه نوي سلنه هم ورته نه شو رسېدای . خپله پېغمبراکرم د دې وړاندوینه کړې وه،چې مفهوم يې دی :کومې خبرې چې راڅخه اورﺉ؛نو ضبط او و يې ساتئ او راتلونکي کهول ته يې وسپارﺉ او تر تاسو،چې ممبر ته مې ناست یاست،راتلوونکى او ډېر لرې کهول به مې د خبرو په مانا غوره پوه شي .

د شیعه او سني ګډو سندونو د پېغمبراکرم دا حدیث را اخستی دی :

 ((خدای دې د هغه بنده څېره خوشحاله کړي،چې خبره مې واوري،ثبت يې کړي او هغو ته يې ورسوي،چې له ما يې نه وي اورېدلي .))

 آنحضرت بیا وايي: ((فَرُبّ حامل فقه غير فقه و رب حامل فقه الی من هو افقه منه)). په دې غونډله کې ډېری ټکي دي؛یعنی راتلونکي ته اشاره ده. “فقه”؛یعنې ژور پوهېدل؛خو دلته موخه هغه غونډله ده،چې ژوروالی ولري . له “فهم”سره د “فقه” توپیر دادی،چې “فهم” مطلق پوهېدو ته وايي او “فقه”ژور فهم ته وايي. کله چې “فقه” کلام ته وويل شي؛يعنې هغه خبره،چې ډېر ژوروالی لري. آنحضرت وايي : (( داسې خلک شته چې د ژورې خبرې وړونکي وي؛خو خپله ژور نه دي .)) تل غونډلې رانقلوي؛خو خپله يې په ژوروالي نه پوهېږي. بیا آنحضرت وايي،داسې خلک شته چې غونډله،فقهي وړي؛يعنې هغه غونډله يې،چې له ما اورېدلې،حفظوي يې،خپله فقیه هم دی؛خو هغه ته يې نقلوي،چې خپله تر ده هم فقیه دی؛يعنې هغه ته يې نقلوي،چې له ده ژور دی او د فکر ژوروالی يې ډېر دی او په هغه څه پوهېږي،چې دا نقلوونکي پرې نه پوهېږي .

وینو،چې په هره برخه کې دقیقا پېړۍ په پېړۍ د پېغمبراکرم خبرو ته لا ژوروالی موندل شوی دی( نه وایم،چې پیدا کړی يې دی).په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې د درېمې پېړې هومره د پېغمبراکرم د خبرو په ژوروالي دومره څوک نه پوهېدل او په درېمه پېړۍ کې د څلورمې پېړۍ هومره او په څلورمه کې د پینځمې پېړۍ هومره څوک د آنحضرت د خبرو په ژوروالي نه پوهېدل . د اسلامي علومو تاریخ دا چار راښيي. که اخلاق،فقه،معارف او فلسفه ولولئ او عرفان ته وګورئ؛نو وینئ،چې پېغمبراکرم په هره برخه کې،چې څه ویلي،هغه مفسرین،چې په وروسته پېرونو کې راغلي؛نو واقعاً ښه په دې توانېدلي،چې د پېغمبراکرم د خبرې ژوروالي ته ورسي. د رسول اکرم اعجاز په همدې ځای کې دی . راتلونکې هم دا شان ده،دوه یا درې سوه کاله وروسته به داسې کسان راپیدا شي،چې لا ژور به د رسول اکرم په خبرو پوه شي .

د  رسول الله (ص) ژور چلن

د رسول اکرم د چلن تفسیر او مخونې ته هم  کټ مټ همدا مطلب دی؛ لکه څرنګه چې د آنحضرت خبره مانا لري او خبره يې یو مانا ته ادا شوې؛نو د پېغمبراکرم چلنونه هم ټول مانا او تفسیر لري او باید ژوره ځېرنه پکې وکړو.

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً[16] په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

په تېره هغه تعبیر،چې قرآن يې وايي،چې د  رسول الله په ژوند کې خلکو ته غوره بېلګه ده. پېغمبراکرم هغه مرکز دی،چې موږ ترې باید د خپل ژوند لار راوباسو. څوک دې راشي او د رسول اکرم(ص) ویناوې دې رانقل کړي؛نو دا په یوازې ځان بسیا نه ده.ډېری راویان دي،چې څه نه درک کوي . داچې د پېغمبراکرم تاریخ رانقل کړو،چې په پلاني ځای کې يې داسې وکړل؛نو دا بسیا نه ده؛بلکې د رسول اکرم د کړنو تفسیر او مخونه مهمه ده. په پلاني ځای کې آنحضرت داسې چلن کړی و ؟موخه يې څه وه؟ لکه څرنګه چې د رسول اکرم وینا ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري؛همدا شان چلن يې هم ژوروالي او تفسیر ته اړتیا لري .د ځان په هکله خواشیني يو چې موږ د “اخرالزمان پېغمبر” امتیان يو؛خو که څوک مو وپوښتي؛نه مو د پېغمبراکرم څو خبرې یادې دي او نه يې سیرت .

د “سيرت” مانا

لومړی به سيرت مانا کړم،چې دا مو نه وي مانا کړى؛نو د رسول اکرم سيرت تفسیرولای نشم .

سيرت په عربۍ کې د “سِیر” له مادې دی . “سیر”؛یعنې تګ،تلل او پر لار تګ. “سيرت”؛یعنې پر لار د تګ ډول . سيرت د “فِعلة” پر وزن دى او “فِعلة” په عربۍ کې ډول راښيي،د ساري په ډول : “جلسه”؛يعنې ناسته او جلسه؛یعنې سبک او د ناستې ډول او دا دقیق ټکی دی .

“سیر” یعنې تلل،چلن؛خو “سيرت”؛یعنې د چلن ډول او سبک،څه چې مهم دي،د  رسول الله (ص) د چلن د سبک پېژندنه ده. هغوی چې سيره کښلې،د  رسول الله (ص) چلن يې کښلی دی .کوم کتابونه،چې موږ د “سيرت” په نامه لرو،سیر دي،سيرت نه دي . د ساري په ډول : د “حلبیه سيرت” سیر دی،سيرت نه دی. نوم يې سيرت دی؛خو په واقع کې سیر دی،په چلن کې د  رسول الله (ص) سبک نه،د  رسول الله (ص) د چلن اسلوب نه، د  رسول الله (ص) میتود نه؛بلکې د پېغمبراکرم چلن پکې کښل شوى .

سبک پوهنه

د میتود مسئله ډېره مهمه ده.د ساري په ډول : د شعر په هکله وايو،چې “خوشال بابا” ته هم شاعر وایو همداشان “حمزه بابا”،”رحمان بابا”، “حمید مومند”،”ګل پاچا الفت” او ” منلګ جان” ته هم شاعر وایو. هغه سړی،چې د شعر سبک ته نه وي ننووتى،ټول ورته شعر ښکاري . وايي : شعر،شعر دی او توپیر نه کوي؛خو پوهان پوهېږي،چې بېلابېل سبکونه لري،په هندي سبک کې شعر لرو،د خراسان په سبک شعر لرو او د عرفان په سبک شعر لرو او داسې نور. په شعر پوهنه کې سبک پوهنه مهمه ده. “ملک الشعرای بهار” په سبک پوهنه کې کتاب هم کښلی ،ان په نثر کې هم سبک پوهنه شته او په شعر پورې ځانګړې نه ده. سبک پوهنه بې له شعرپوهنې او نثرپوهنې ده . انسان هغه وخت نثر پېژندلای شي،چې د نثر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي،شعر هغه وخت پېژندلای شي،چې د شعر بېلابېل سبکونه لاس ته راوړي .

هنر ته راځو.هغه چې په هنر نه پوهېږي؛نو یوه ودانۍ ورته یوازې ودانۍ ښکاري،کاشي کاري ورته تشه کاشي کاري ښکاري؛خو هنرمند ته ورشئ،و به وینئ،چې په نړۍ کې په لس ګونو هنرونه شته او صنعتونه او هنرونه هر یو ځان ته سبک لري . د اسلامي هنر په هکله یو کتاب کښل شوی،چې اسلامي هنر ځانګړی سبک لري .

آندونو ته راځو؛هغه چې په دې هکله پوه نه وي،ارسطو یو فیلسوف،عالم او اندیال دی، د هېواد مشهور پوه”ابوریحان بیروني” یو عالم او اندیال دی،فرانسیس بیکن یو اندیال عالم دی . استورات میل،دکارت او هګل هم همداشان . بلې ډلې ته ځو،شیخ صدوق یو عالم دی،همدا شان شیخ کلیني،اخوان الصفا او خواجه نصیرالدین طوسي هم هر یو عالمان دي؛ خو په دې اړه پوه سړی پوهېږي،چې د دې علماوو په سبک،میتود او طریقه کې له ځمکې تر اسمانه توپیر دی . د یو عالم سبک استدلالي او قیاسي دی؛يعنې په ټولو مسایلو کې د ارسطو له منطق-سول لاروي کوی،داسې که طب يې په چوپړ کې کړې؛نو په ارسطويي منطق طب لاس ته راوړي او که فقه ورکړې؛نو په ارسطويي منطق استدلال کوي،که ادبیات،صرف او نحوه ورکړې،ارسطويي منطق کاروي؛ځکه سبک يې داسې دی،سبک يې تجربي سبک دی؛ لکه د ډېرو نویو علماوو په شان . وايي،د ابوریحان بیروني او بوعلي سينا بلخي د سبک توپیر دا دی،چې د بوعلي سینا سبک ارسطويي منطق دی؛خو د ابوریحان ډېر حسي او تجربي دی،په دې چې دا دواړه همپېري او دواړه نابغه هم دي،د یو سبک عقلي او د بل نقلي دی. ځینې نور اصلا عقلي سبک نه لري،په ټولو مسایلو کې يې ډاډ یوازې پر منقولاتو دی او بې له منقولاتو په بل څه هم ډاډ نه لري . د ساري په ډول : که مرحوم علامه مجلسي وغواړي طب ولیکي؛نو د منقولاتو له مخې يې لیکي،که سعد (بختورتوب) او نحس (سپېره توب) هم غواړي ولیکي؛بیا هم په منقولاتو استناد کوي . د یوه سبک منقول،د بل معقول،د یو حسي او د بل استدلالي،د نننیو په وینا : د یو دیالکتیکي دی؛يعنې څیزونه په بهير او حرکت کې ویني او د یو سبک ستاتیک دی؛يعنې حرکت اصلا په هستۍ کې ښکېل نه ګڼي؛نو څو ډوله سبکونه شته دی .

اوس چلن ته راځو.په چلنونو کې هم سبکونه شته.سيرت پوهنه؛یعنې سبک پوهنه. لومړی دا چې یو کلیت (ټوليزواله) لري : د نړۍ  سلاطین په ټولیز ډول د ټولو اړپیچونو-اختلافونو سره سره یو سبک او یوه سيرت او ځانګړې طریقه لري . فیلسوفان هم ځانګړی سبک لري،ریاضت هم ځانګړی سبک لري .  رسول الله (ص) هم ځانګړی سبک لري .

ومې ویل : هنر،شعر او آند بېلابېل سبکونه لري، په عمل کې سبکونه بېلابیل دي،دا هغو ته دي،چې سبک لري . ډېری خلک سبک نه لري. ډېر خلک،چې شعر وايي،سبک نه لري،په سبک نه پوهېږي ، ډېری هنرمندان اصلا سبک نه پېژني. ډېری خلک په آند کې اصلا سبک او منطق نه لري، یو ځل په عقل استناد کوي او بل ځل په نقل،یو ځل حسي او بل ځل عقلي کېږي . دوی د منطق خاوندان نه دي او ټيټ دي . په چلن کې هم ډېری خلک سبک نه لري .که راته وویل شي،د چلن سبک دې راوښیه او خپله سيرت دې راڅرګنده کړه،طریقه دې بیان کړه،د ژوند د ستونزو په هواري کې کومه طریقه کاروې؟ نو ځواب ورته نه لرو.

هر څوک په ژوند کې ځان ته موخه لري،هر څه چې وي،د یوه موخه ستره وي او د بل پرېوتې،د یوه موخه خدای او د بل دنیا وي . په پای کې انسانان هم موخې لري .ځینې اصلاً خپلې موخې ته سبک نه لري،طریقه يې ځان ته  ټاکلې نه ده ،په طریقې نه پوهېږي؛خو ځینې شته چې په کوم لار ځي،ورته سبک او طریقه لري . ډېر لږ خلک داسې وي که نه ډېرى خلک بې منطقه دي،بې سبکه دي او پر کړنو يې اړ دوړ واکمن وي .

د پېغمبراکرم سيرت؛یعنې د رسول الله (ص) سبک او هغه میتود،چې پېغمبراکرم په عمل او طریقه کې خپلو موخو ته کاراوه. زموږ ویینه د رسول الله (ص) د موخو په اړه نه ده،چې د  رسول الله (ص) موخې موږ ته غوڅې او څرګندې دي؛بلکې د سبک په هکله يې ده؛يعنې هغه طریقه،چې  رسول الله (ص) خپلې موخې ته کاروله.د ساري په ډول : آنحضرت(ص) تبیلغ کاوه،د تبیلغ طریقه يې څرنګه وه[17]؟ د تبیلغ سبک يې څرنګه و؟ رسول اکرم په هماغه حال کې،چې مبلغ و او اسلام يې تبیلغاوه،د خپلې ټولنې یو سیاسي مشر هم و. چې مدینې ته راغی؛نو ټولنه يې جوړه کړه،حکومت يې جوړ کړ او پخپله د ټولنې مشر و.په ټولنه کې د رسول اکرم د مشرۍ او سمبالنې سبک او میتود څرنګه و؟ رسول اکرم په هماغه حال کې قاضي هم و او په خلکو کې يې ورمندون- قضاوت هم کاوه؛نو ورمندون يې پر کوم سبک و؟ رسول اکرم د نورو په شان کورنی ژوند درلود،مېرمنې يې درلودې،اولاد يې درلود،په مېرمن پالۍ کې يې سبک څرنګه و؟ له اصحابو او یارانو سره يې معاشرت څرنګه و؟ رسول اکرم سرسخت دښمنان درلودل؛نو له دښمنانو سره يې چلن څرنګه و؟ او نور په لس ګونو سبکونه،چې باید روښانه شي [18].

په چلن کې بېلابېل سبکونه

د ساري په ډول : اساساً د ځینو ټولنیزو او سیاسي مشرانو سبک یوازې زور دی؛يعنې بې له زوره په بل څه ډاډ او ایمان نه لري، دا يې سول- منطق دی . بې له زوره،چې هر څه وي، شاته يې غورځوي؛يعنې هغه سیاست،چې اوسمهال يې ځینې لویدیځي ستر ځواکونه په نړۍ کې کاروي،دوی ګروهن دي،چې ستونزې یوازې په زور هوارېدای شي،بې له زوره هر څه شا ته واچوه. ځینې نور په سیاست او سمبالنه- مدیریت کې، په ټګۍ برګۍ خورا ډاډ لري؛لکه د انګریزانو سیاست .

د بل چا میتود ممکن په رښتیني مانا اخلاق وي او د بل په ظاهره اخلاقي وي . په سیاست کې د حضرت علي (ک) او امیر معاویه بن ابي سفيان د سيرت ترمنځ توپیر په همدې کې و. د هغه وخت ډېری خلکو د معاویه بن ابي سفيان سیاست ته غوراوی ورکاوه او ویل يې،چې سیاست؛یعنې څه چې معاویه بن ابي سفيان کوي،راتلل او حضرت علي (ک) ته  يې ويل : ولې هغه لار نه کاروې،چې معاویه بن ابي سفيان يې کاروي،چې کار دې پر مخ ولاړ شي؟ ته یوازې په دې غم کې اوسه،چې کار دې مخې ته ولاړ شي، څه،چې کېږي،هغه به کېږي،په یو ځای کې دې سړی پور واخلي،له دې يې واخلي،بل ته دې ورکړي،ژمنې دې وکړي او بیا دې ترې پر شا شي. پرېږده،چې کار دې مخې ته ولاړ شي،تر ټولو مهم دا دي . تر دې،چې ځینو ته توهم پیدا شو،چې ښايي،حضرت علي (ک) په دې لارو چارو نه پوهېږي او معاویه هوښیار دی او حضرت علي (ک) دا هوښیارتیا نه لري، چې حضرت علي (ک) په ځواب کې وویل : (( تاسې ولې تېروځئ،پر خداې قسم ،معاویه تر ما هوښیار نه دی،تاسې انګېرئ،چې زه غدر نه کاروم،په لارو چارو يې نه پوهېږم . هغه ټګي برګي کاروي او فسق او فجور کوي،که داسې نه وای،چې د خدای غداري نه خوښېږي؛نو تاسې به هغه وخت لیدلي ول،چې په واقعي مانا(زه هوښیار یم که نه)،چې تاسې معاویه ته هوښیار ویاست؛نو هغه وخت به تاسې لیدلي وه،چې داهیه-هوښیار څوک دی،زه که معاویه؟ زه څرنګه په سیاست کې له ټګۍ برګۍ کار واخلم،حال دا چې پوهېږم ټګي برګي او خیانت،فسق او فجور دي او دا فسق او فجور د کفر په حد کې دي او په قیامت کې به هر غدار له یوه بېرغ سره محشورېږي،زه کله هم چل ول نه کاروم .))

ځینې په سبک کې لرلیدي- دور اندیشه دي،ځینې غوڅ او ځینې نور يې نه وي .ځینې په سبک کې وګړیز دي؛يعنې په یوازې ځان تصمیم نیسي. ځینې اساسا دې چمتو نه دي،چې په یوازې ځان تصمیم ونیسي،که څه مطلب ورته بشپړ روښانه وي؛خو بیا هم په یوازې ځان تصمیم نه نیسي او په تېره دا د پېغمبراکرم په سيرت کې هېښنده ده. د نبوت په مقام کې په هغه مقام کې،چې اصحاب پر رسول اکرم دومره ایمان لري او وايي که حکم راکړې،چې ځان په سیند کې واچوو؛نو دا کار به وکړو؛نو آنحضرت(ص) نه غواړي سبک يې وګړیز وي او په چارو کې یوازې هوډ وکړي؛ځکه ددې کار لږترلږه تاوان دادی چې خپلو اصحابو ته يې شخصیت نه دی ورکړی؛يعنې ددې مطلب دا دی،چې له بېخه آند،پوهه شعور نه لرئ،یوازې اوزار یاست، زه یوازې حکم کوم او تاسې پرې عمل کوئ؛نو ددې کار لازمه داده،که سبا بل هر څوک مشر شو؛نو همدا شان عمل به کوي او وايي به : د مشر لازمه داده،چې یوازې مشر فکر او څرګندونه وکړي او بې له مشره نور دې بې ارادې اوزارونه وي او عمل دې کوي .

خو رسول اکرم د نبوت په مقام کې دا شان کار نه کوي . شورا جوړوي، چې اصحابو څه وکړو؟ “بدر” راپېښېږي؛شورا جوړوي،”احد” راپېښېږي؛شورا جوړوي،وايي:دوی تر مدینې رارسېدلي، سلا مو څه ده؟ له مدینې بهر ورسره جګړه وکړو که په همدې مدینه کې پاتې شو او په دننه کې خپل حالات مضبوط کړو،څه موده به کلابند شو،که بریالي نه شول؛نو مات به بېرته ستانه شي. د ډېرو پوخمنګو او تجربه کارو تشخیص دا و،چې مصلحت دادی په مدینه کې پاتې شو.ځوانانو ویل: په مدینه کې پاتې شو او را دې شي او موږ دې کلابند کړي، نه! بهر ځو،څنګه چې وي،ورسره جنګېږو. تاریخ لیکي : پخپله رسول اکرم مصلحت نه لیده،چې له مدینې ووځي او ویل يې : که په مدینه کې پاتې شو؛نو بریا مو ډېره ده؛يعنې اند يې له پوخمنګو او تجربه کارو سره یو و؛خو ويې لیدل،چې اصحاب،چې هماغه ځوانان ول،و يې ويل : نه! رسول الله (ص)! له مدینې وځوو او د احد په کنډو کې ورسره جګړه کوو.غونډه پای ته ورسېده،ويې لیدل،چې رسول اکرم وسله راوخسته،راغلل او ورته يې وویل : رسول الله (ص)! داچې نظر مو وغوښت، دا شان نظر مو ورکړ؛خو په عین حال کې موږ ستاسې تابع يو،که مصلحت نه وینئ؛نو د خپل نظر پر خلاف په مدینه کې پاتې کېږو. رسول اکرم وویل :

 (( پېغمبر،چې وسله وال او را بهر شو؛نو سمه نه ده،چې وسله بېرته کېږدي،اوس چې باید بهر ولاړ شو؛نو بهر ځو.))

موخه داده،چې دا بېلابېل سبکونه او طریقې دي،چې په بېلابېلو برخو کې دې وڅېړل شي .

عملي ثابت منطق

ومو ویل،چې “سیر”غير له “سيرته” دی . سیر؛ یعنې چلن . هر څوک په نړۍ کې؛لکه څنګه چې وینا لري،چلن هم لري؛خو سيرت ځانګړي اسلوب یا سبک ته وايي،چې د سبک،اسلوب او سول درلودونکي وګړي يې په خپل سیر کې کاروي . ټول خلک سیر لري؛خو سيرت نه لري؛يعنې دا شان نه ده،چې ټول خلک دې په خپل چلن کې له ځانګړي سوله پلوي وکړي او په خپل چلن کې یو لړ آرونه ولري،چې دا آرونه يې د چلن کچه وي . دا غونډلې هغو ته وایم ،چې له منطق سره اشنايي لري : په اندیز سول کې،ټول خلک فکر کوي؛خو ټول خلک سولیز فکر نه کوي . سولیز فکر کول؛يعنې انسان د “سول- منطق”په نامه یو لړ کچې لري،چې د سول په علم کې څرګند دي او تفکر يې د همدې کچو پر بنسټ وي . ډېر لږ دي،چې کله تفکر کوي؛نو دا حساب يې په لاس کې وي،چې تفکر يې له دې کچو سره اړخ ولګوي . همداراز لږ خلک پیدا کېږي،چې چلن يې د سول درلودونکی وي؛يعنې د یو لړ  ټاکلو کچو پر بنسټ وي،چې له دې معیارونو،اصول او دریځونو کله هم نه جلا کېږي که نه د ډېری خلکو چلن سول نه لري او لکه څنګه چې فکر يې سول نه لري او اړدوړ پرې واکمن دی؛نو پر چلن يې هم اړدوړ واکمن وي .

د سول یا منطق وېش

په حکمت او فلسفه کې دا خبره ویل شوې،چې حکمت دوه ډوله دی : نظري او عملي . الهیاتو،ریاضیاتو( ریاضي، هندسه،نجوم،موسیقي) او طبیعياتو( فیزیک،څارويپوهنه،بوټې پوهنې) ته نظري حکمت یا نظري فلسفه وايي او په مقابل کې اخلاقو،سیاست او تدبیر منزل ته عملي حکمت وايي. په سول کې دا شان خبره نه ده شوې؛خو مطلب سم دی؛لکه څنګه چې فلسفه دوه ډوله ده : نظري او عملي منطق؛يعنې د بشر معیارونه هم دوه ډوله دي : نظري معیارونه( هماغه معمولي منطق) او عملي معیارونه . عملي معیارونه هماغه دي،چې د “سيرت” یا طریقې نوم  مو پرې ايښی دی.

آيا په عمل کې ثابت سول درلودای شو؟

و مې ویل :ځینې وګړي سول وال وي او ځینې نه . دلته دا مسئله رامخې ته کېږي او په تېره ممکن د ځوانانو پاملرنه دې مطلب ته راماته شي،چې ایا یو انسان کړای شي په عمل کې په ټولو وختونو او ځايو کې یو سول ولري،یو ثابت مظبوط سول،چې ترې وانه وړي؟

موږ د رسول اکرم (ص) په هکله دا شان خبرې کوو،چې آنحضرت(ص) داسې تن و،چې په عمل کې يې سيرت درلود،طریقه او اسلوب يې درلود،سول يې درلود او زموږ د مسلمانانو دا دنده ده،چې د رسول اکرم سيرت وپېژنو،عملي سول يې راوسپړو؛ځکه په عمل کې ترې باید ګټنه وکړو.

یو انسان کړای شي د عمر له پیله تر پایه یو سول ولري،چې هغه سول ورته آر- اصل او اصالت ولري؟ یا اصلا بشر نشي کړای ثابت سول ولري؛يعنې انسان د وخت او ځاى د شرایطو او د ژوند د شرایطو تابع وي،په تېره د پاټکیزو- طبقاتي دریځونو تابع وي او د ټولن وټیزو-اجتماعي اقتصادي په هر شرایطو کې،چې وي؛نو جبراً له یوه ځانګړي سوله دې لاروي وکړي؟

دا مهمه مسئله ده،چې په نننۍ نړۍ کې نوموتې ده. مارکسزم پر دې بنسټ دی. مارکسزم  آند،ګروهې او ایمان ته د ټولن وټیزو او په تېره د پاټکیز موقعیت پر وړاندې پر کوم اصالت قایل نه دی،وايي : اساسا انسان نشي کړای په بېلابېلو شرایطو کې یو شان فکر وکړي او یو سول وکاروي،انسان په خاورين کور او ماڼۍ کې دوه سوله لري،په ماڼۍ کې یو شان او په خاورين کور کې بل شان فکر کوي،ماڼۍ انسان ته یو ډول سول ورکوي او خاورين کور بل شان . یو بې برخې کس،چې ټول عمر تر تېري او زندۍ لاندې و او بېلابېل بې برخېتوبونه يې لیدلي او لا اوس هم پرې تېرېږي؛نو دا سړي که وغواړو که نه؛نو یو ډول فکر کوي؛يعنې د ژوند وضع يې ورته یو ډول فکر رامنځ ته کوي،وايي: عدالت،مساوات،برابري او آزادي . دا يې واقعاً فکر دی؛ځکه د وضع غوښتنه يې دا ده،چې دا شان فکر وکړي . د همدې کس په وضع کې که بدلون راشي او که دا خاورين مېشتى ماڼۍ مېشتى شي او خاورين کور يې ماڼۍ شي،بهرني شرایط ورته بدلون مومي؛نو په دې بڼه کې فکر يې هم بدلېږي او وايي،چې نه دا خبرې سمې نه دي او د مصلحت غوښتنه بل څه ده،مساوات سمه خبره نه ده،د څه آزادیو مخه دې هم ونیول شي او نياو-عدالت هم بل شان تفسیروي؛یعنې د ژوند وضع،چې بدله شوه،ګټې يې بدلې شوې او داچې انسان نشي کړای له خپلو ګټو تېر شي؛نو فکر يې هم بدلېږي . ددې ښوونځي له مخې،د بشر د فکر د ساعت ستنه داسې جوړه شوې،چې خپلې ګټې يې مقناطیس دى،که ګټې يې په بېوزله پوړ کې وي؛نو هماغه لوري ته ورګرځي او که ګټې يې بدلې شوې او د شتمنو لوري ته شوې؛نو دا ستنه هم که وغواړو که نه،جبراً د شتمن پوړ لوري ته ورګرځي .

طالب او په لمانځه کې اقتداء

پخوا به موږ ټوکې کولې؛خو اوس وینو،چې ځینو ورته فلسفه جوړه کړې ده او وایي،چې دا ټوکې نه دي او جدي دي . یوه ټوکه وه او هغه دا چې یو طالب به ویل :زه تل په هغه پسې اقتدا کوم،چې پيسې راکړي او لمونځ مې هم سم دی . ورته وویل شول :که څوک پيسې درکړي او ورپسې اقتداء وکړې؛نو په پېسو پسې اقتدا کوې . و يې ويل :څوک چې پيسې رانه کړي،دا مې ګروهه کېږي،چې هغه فاسق دى او که ورپسې لمونځ وکړم؛نو لمونځ مې باطل دی؛خو که پيسې راکړي؛نو ګروهه مې بدلېږي او وایم،چې دا کس عادل دی او ورپسې اقتدا هم کوم او لمونځ مې هم سم دی .ګروهه مې د پېسو اېل ده.

موږ تل دا ټوکه ګڼله، اوس وینو،نه په نړۍ کې دا پخپله یوه فلسفه ده او هغه داچې د بشر د فکر د ساعت ستنه داسې جوړه شوې،چې د خپلو ګټو او مصلحتونو پر خلاف فکر نشي کړای،د تاریخ جبر دی،د اقتصاد جبر دی او بې له دې ورته څه شوني نه دي .

ددې څرګندونې د نيمګړتيا تاريخې بېلګې

  دا هم یوه خبره ده؛خو ادعا ده او له کوم ځایه پوه شو،چې دا ادعاوې سمې دي که ناسمې؟په عمل کې باید پوه شو. واقعاً راولاړ دې شو او تجربه يې کړو،چې ایا همدا شان دي؟ په وګړیو يې تجربه کړو، چې وګورو د وګړیو وجدان يې واقعاً د خپلو ګټو لوبڅی دی؟ واقعاً بشر دا شان جوړښت لري؟د بشر وجدان تر دې بريده د ګټو لوبڅی دی؟ ایا دا د بشر د سپکاوۍ وروستۍ کچه نه ده؟ سل په سلو کې  دا ضدانساني څرګندونه نه ده؟ ځو او ورپسې ګرځو. انصافاً زه او خدای،چې مطلب دا شان نه دی،چې سول نه لري،ایمان نه لري؛نو د هغوی په باب بېشکه همداشان ده؛خو نه شو ویلای،چې بشر الزاماً او اجباراً همدا شان دی؛ځکه په سل ګونو ضد دلایل ورته موندلای شو.

رسول اکرم (ص)

د رسول اکرم عملي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه.د ابوطالب د درې وخت رسول اکرم ته وګورﺉ او د مرګ پر مهال رسول اکرم ته وګورﺉ . په ابوطالب دره کې رسول اکرم دی او لږ شمېر اصحاب،چې په دره کې بندیان دي؛اوبه،خواړه او نورې اړتیاوې نه ورسي او دومره پرې سخته وه او هغه مسلمانانو،چې په پټه مسلمانان شوي ول او په مکه کې اوسېدل،په دره کې يې له ځینو مسلمانانو او په تېره له حضرت علي (ک) سره اړیکې نیولې وې او ده ته يې لږ څه خواړه ورکول او دا لږ خواړه يې په شعب کې په ټولو مسلمانانو ویشل . لسم هجري کال رارسي او په دې وخت کې د نړۍ حکومتونه پرې شمېري او د رسول اکرم پر وړاندې خطر  ننګېري .نه یوازې ټول عربي ټاپووزمه يې تر ولکې لاندې ده؛بلکې د نړۍ سیاستوال وړاندوینه کوي،چې ډېر ژر به دا ځواک له دې عربي ټاپووزمې ګردې نړۍ ته خپور شي. په دې حال کې د لسم هجري کال د رسول اکرم او په شعب ابیطالب کې د رسول اکرم په روحیه کې هیڅ توپیر نشته .

د هجرت پر لسم کال د رسول اکرم شهرت نور هم زیات شو،یو عرب يې لیدو ته راځي او غواړي ورسره خبرې وکړي، دا کس دومره د رسول اکرم تر اغېز لاندې راغی،چې ژبه يې بنده شوه،رسول اکرم خپه شو او له مخې سره يې په غېږ کې ونیو،ويې ویل : ((  مه وارخطا کېږه له څه وېرېږې؟ څه چې انګېرې له هغو ظالمو نه یم،زه د هغې ښځې زوى یم، چې پخپله يې اوزه رالوشوله،زه دې لکه د ورور په شان یم،څه چې دې په زړه دي،راته يې ووایه .))

ایا دې وضع،واک،نفوذ،پراختیا او شونتیاوو وکړاى شول،چې لږ هم د رسول اکرم په اروا کې بدلون راولي؟ نه! و مې ویل : یوازې رسول اکرم دا شان  نه دی؛بلکې د رسول اکرم مقام له دې خبرو ډېر پورته دی.

برهان او شعر

  په نظري سول کې برهان او شعر لرو.برهان دهغو دلایلو په څېر دی،چې په ریاضیاتو کې مطلب وړاندې کونې ته کارول کېږي . یوه زده کړيال،چې ریاضیات وايي او د مثلثاتو احکام ورته ويل کېږي،چې د مثلث ټولیزه زاویه له ۱۸۰ درجو سره مساوي ده او ناشونې ده، چې ۱۸۱ یا ۱۷۹ شي او برهان ورته راوړي . د ښوونکي دا واک شته چې یو ځل برهان راوړي او ووايي : د مثلث زاويې له ۱۸۰ سره مساوي دي او بیا وايي : له ۱۲۰ سره مساوي دي؟ دا اختیار ورسره نشته. نظري عقلي اصول د انسان په اختیار کې نه دي او بشر يې باید اېل وي . که انشټاین هم دې نړۍ ته راوړل شي او د هغه ښوونکي په شان برهان راوړي؛نو زده کوونکي يې غندي . ولې؟؛ځکه د زور خبره کوي او د زور خبره عقل نه مني . څه چې عقل نه مني؛نو د نړۍ تر ټولو مضبوط کسان يې هم پر خلاف خبرې نشي کړای ؛ ځکه دلته خبره د برهان ده.

راځو شعر ته . شعر د موم په څېر د انسان په لاس کې دی . انسان کړای شي هر څه ته د خپلې پوهې له مخې له تشبیه،استعارې او تخیله یو څه جوړ کړي . شعر دی،سول او برهان خو نه دی . د ساري په ډول : شاعر ته وایه د پلاني څیز ستاینه وکړه؛نو ستايي يې،ورته ووایه،چې همدا وغنده؛نو غندي يې.

یو شاعر ته ووایه،چې مسافرت وستایه؛نو وايي هو! مسافرت ښه دی،په ځای په ټپه کېناستل څه مانا لري؟

درخت اګر متحرک بُدی ز جای به جای

نـــــه جــــــور ارّه کشیدی و نه جــفای تبر

 دا ونه ګورﺉ،چې اره کوي يې او پر تبر يې وهي؛ځکه ځای پر ځای ولاړه ده . که مسافره وه؛نو دا شان به نه وه. ورته ووایه اوس راشه اپوټه يې شعر ووایه،چې پر ځای ناست ښه دی، وايي : تېږه چې پر ځای وي؛نو درنه ښکاري،دې غره ته وګوره، چې پر ځای ولاړ دی؛خو دا باد وینې،چې د چا پروا هم نه ساتي؛ځکه تل په حرکت کې دی . دا ډول شعر ویل؛يعنې په تخیل یو څیز له بل سره تشبیه کول دي . تېروتنه دې ونشي،شعر د تخیل په مانا وایم، زه هر نظم ته شعر نه وایم،منظوم کلام نه وایم،د سول په څرګندنه -اصطلاح شعر وایم؛یعنې په تخیل د مسئلو جوړول . تخیل؛ مقیاس او میزان نه لري .

ځینې په عملي سول کې د برهان په څېر کلک او مضبوط دي،له کومو اصولو،چې پلوي کوي؛نو هیڅ واک يې ترې نشي اخستای . زور،تمه،ټولنیز شرایط،وټیزه اوضاع او پاټکیزه وضع ناشوني دي،(چې دا اصول ترې واخلي)،ټینګ اصول د برهاني او ریاضي اصولو په څېر د وګړي په واک کې نه دي،چې بدلون پکې راوړي، د سړي په زړه نه دي او په عاطفې پورې هم تړلي نه دي .

رسول اکرم؛یعنې هغه چې دا شان اصول لري؛یعنې داسې کس،چې دا شان اصول لري؛بلکې لارویان يې هم دا شان دي؛یعنې هغوى چې دا شان اصول لري؛خو په ژوند کې د ځینو اصول د شاعر د اندیزو اصولو په شان دي . پيسې ورکړه،فکر يې بدلېږي،ژمنه ورسره وکړه،فکر يې بدلېږي؛ځکه فکر يې مبداء او آر نه لري؛نو یو له غټو مطلبونو،چې موږ يې باید د  رسول الله (ص) په سيرت کې پرې ویینه وکړو،دا ده،چې ایا اصلاً اسلام دا شان دین دی،چې له مخې يې انسان دا شان فطرت او خورزون- خټه لري؛لکه څنګه چې کړای شي په نظري سول کې له پولادي سوله لاروي وکړي؛ نو همداراز په عملي سول کې هم کړای شي داسې ځای ته ورسي،چې یو واک يې هم خوځولای نشي .

د ایمان په هکله  يې ويلي : (( مؤمن د هغه غره په څېر دی،چې هیڅ څیز او بادونه يې له ځایه نشي خوځولای . ))

دا توند بادونه څه دي؟ بې برخیتوب یو څوک له ځایه خوځوي او بل سوکالي له ځایه خوځوي .

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى‏ حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى‏ وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ[19] او په خلكو كې څوك داسې دى، چې خداى يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې)  لمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همدا چې(دنيا ورته مخه كړي،ګټه او) خير ورسي؛ نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره ورته كوم كړاو ورسي (؛نو كفرته) مخ اړوي (او په دې توګه) دنيا او اخرت دواړه له لاسه وركوي .))

“سيرت” او د اخلاقو نسبیت

مخکېنۍ ویینه مو دا وه، په بېلابېلو مکاني او زماني شرایطو کې او په بېلابېلو ټولنیزو اوضاعو کې  او په جلا جلا پاټکیزو موقعیتونو کې ایا انسان ته دا شونې ده،چې ثابت عملي سولونه او معیارونه ولري او دا ځکه اړین و،څه مې چې وویل، که بې له دې وي؛نو د قرآن په تعبیر “اسوه” او د بشپړ انسان او امام،مشر او مقتدا ویینې به بېخي مانا نه درلوده.(او داسې به  يې ويل) یو انسان ، چې یو زر او څوارلس پېړۍ مخکې  پر ځانګړي سول عمل کاوه،زه خو اوس د هغه په شرایطو کې نه یم او هغه خو زما په شرایطو کې نه و او هر شرایط ځان ته ځانګړی سول غواړي . ددې خبرې مانا دا ده،چې هیڅ انسان نشي کړای بېلګه وسي. ځکه مې تېره ویینه وکړه،چې دا مطلب مې ځوابولی وي او د خدای په مرسته په راتلوونکي ویینه کې به يې لا روښانه کړم؛ځکه زموږ په پېر کې یو مسئله خپره شوې او داچې سم پرې نه دي پوهېدلي؛نو یو لړ بدې ښوونې يې رامنځ ته کړې دي او هغه د اخلاقو د نسبیت مسئله ده .دا چې څه ښه دي او څه بد،انسان دې څرنګه وي او څرنګه دې نه وي،دا یو نسبي چار دی که مطلق؟ که دا ویینه ډېره نوموتې نه وه؛نو نه مې ویله[20].

ايا اخلاق نسبي دي؟

ځینې ګروهن دي،چې په ټولیز ډول اخلاق نسبي دي؛يعنې د اخلاقو ښې او بدې کچې نسبي دي . په بله وینا: انسانتوب نسبي چار دی . د یو څیز د نسبیت مانا داده،چې دا څیز په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې بدلېږي . يو څیز په یو وخت او شرایطو کې له اخلاقي اړخه ښه دی او همدا څیز په بل وخت او ځای کې د اخلاقو ضد دی .یو څیز په یو اوضاع او احوال کې انساني دی او همدا څیز په بله اوضاع او احوال کې انساني ضد دی . دا د اخلاقو د نسبیت مانا ده،چې نن ډېره خپره ده.

یو مطلب دی،چې اوس يې اصله مدعا وایم،بیا يې پر شاوخوا رڼا اچوم او هغه داچې د اخلاقو لومړني اصول او  د انسانیت لومړني معیارونه هیڅ نسبي نه دي او مطلق دي؛خو ثانویه-دويمني معیارونه نسبي دي او په اسلام کې هم له دې مسئلې سره مخ یو. د نبوي سیرت په هکله،چې کومه ویینه کوم؛نو دامطلب به سوکه سوکه څرګند کړم .

رسول اکرم پخپل سیرت او طریقه کې پخپل عملي سول کې کله هم له ناروا آرونو او طریقو ګټنه نه ده کړې؛لکه څرنګه،چې نورو امامانو هم له دې اصولو او معیارونو ګټنه نه ده کړې . دا د اسلام له نظره او په ټولو شرایطو،وختونو او ځایونو کې بد دي .

د وسيلې ګومارنې څرنګوالی

د وسیلې ګومارنې څرنګوالی هغه مسله ده،چې د رسول اکرم له سیرې يې باید زده کړو. انسان دې لومړی پخپلو موخو کې مسلمان وي؛يعنې موخه دې يې سپېڅلې،ستره او الهي وي . دویم داچې همدې موخو ته د وسیلې په ګومارنه کې هم واقعاً مسلمان وي . ځینې د موخې له اړخه مسلمان نه وي؛يعنې په ژوند کې بې له خوراک څښاک او خوندپالۍ بله موخه نه لري،یوازې ددې موخې په هکله فکر کوي،چې څرنګه ژوند وکړي،چې لا ډېر په اسرهت – رفاه کې وي .په حقیقت کې موخې يې د یو څاروي د موخې له پولې نه اوړي. دوی ته نه یوازې مسلمان نه شو ویلای؛بلکې انسان هم ورته ویلای نشو . یو انسان له هغه اړخه،چې انسان دی، د حیواني شهوتونو له پولو پورته اند دې ولري او که انسان رښتینى مسلمان وي،ټولې موخې يې په یوه کلمه کې راغورچاڼېږي،چې هغه خدای  او خوښي يې ده.

په بل پړاو کې انسان خامخا- زازو خپلو پاکو،سپېڅلو او سترو موخو ته یوه وسیله کاروي . اوس مسئله داده،همدا بسیا دي،چې موخه دې انساني وي او له دې پور ته چې موخه دې الهي وي؟ ؛نو باک نه لري،ور رسېدو ته يې له هرې وسیلې ګټنه وشي؟فرض دادی،چې موخه مو الهي ده . ايا سپیڅلې موخې ته هره وسیله که څه ناسپېڅلې او ناوړه وي،ترې ګټنه کړای شو؟ که نه،سپیڅلې موخې ته دې سپېڅلې وسیله وکارول شي،نه ناسپېڅلې او ناوړه.څو بېلګې يې وړاندې کوو.

د دين په تبليغ کې له نامشروع وزلې ګټنه

موخه د دین تبلیغ دی.یو وخت په یو کار کې مو موخه خپل ځان وي،کار ځان ته کوم، د ځان اسرهت، بښګلوۍ- رفاه او ګټې ته يې کوم؛خو یو وخت ځان ته نه؛بلکې دین ته کار کول غواړم،په دې حالت کې ایا جایز دي،چې له هرې وزلې ګټنه وکړم؟ که غواړم خپلو ګټو ته کار وکړم،د ساري په ډول : کار مې په (دولتي) اداره کې نښتی او درځم،چې ستونزه مې هواره کړﺉ،درته دروغ وایم،چې د ستونزې غوټه مې پرانستل شي،دلته به مې ټول ملامتوي، چې د ستونزې هواري ته غوړه مالي کوي،دروغ وايي،تورونه تپي؛خو په یو وخت کې موخه بل څه وي،غواړم جومات جوړ کړم،ځان ته يې نه جوړوم او په دې جوړونه کې ناسپېڅلې موخه هم نه لرم،نیت مې کړى،چې په پلاني ځای کې خلکو ته جومات جوړ کړو. جومات جوړونې او سامان ته اړتیا لري،نور کړاوونه لري،ممکن اداري ستونزې ولري او له خلکو دې هم پيسې واخستل شي . یو خیرغواړي سړي مټې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي،په یو سړي پسې ځي او دروغ ورته وايي،چې لږې پيسې ترې واخلي . بل ته هم دروغ وايي . د بل غوړه مالي کوي او بوس ورلاندې کوي،چې پيسې ترې واخلي او په همدې بڼه له نورو هم بسپنه راټولوي . اوس موږ دې ته څه وايو؟ ښايي ډېری خلک دا عمل سپېڅلى او یو ډول سرښندنه وګڼي او وايي :کمبخت ګهیځ تر ماښامه ځان ته څه نه کوي او مټې يې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي . دې کار ته څومره منډه ترړه وهي،له هرې لارې،چې جومات ته پيسې راغونډوي؛نو رښتیا هم،چې د لوی سینې خاوند او سرښندويه دى .

په تاریخ کې پېښ شوي،داچې خلکو ته لارښوونه وکړي،له رسول اکرم یا کوم امامه جعلي حدیث رانقلوي،حال دا چې دا وګړی وګړیزه موخه نه لري؛بلکې غواړي خلکو ته لارښوونه وکړي،انګېري که دا شان جعلي حدیث رانقل کړم . خلک به يې ښه ومني. د ساري په ډول : له ځان سره وايي :داچې خلک دومره غیبتونه او بېځایه خبرې کوي او داچې خلک له دې چارو منع کړم،راشه د پلانۍ دعا په هکله یو جعلي حدیث جوړ کړم،چې خلک يې د غیبت او بېځایه خبرو پر ځای ووایي یا داچې د قرآن شریف پلانی  سورت که څوک څلوېښت ځل پر له پسې ووايي؛نو پلانۍ اغېزه لري .

دا څه ښه کا دی؟ موخه سپېڅلې ده؛خو یو غواړي په دروغو او جعل دا سپېڅلې موخه عملي کړي،دا سمه ده که نه؟ په تاریخ کې ډېری داسې ول،چې دا کار يې کړی . یو حدیث دی،چې د تفسیر په زیاترو کتابونو کې يې کښلی او د مجمع البیان په سریزه کې هم راغلی،چې دا حدیث،”ابیّ بن کعب” د قرآن شریف د سورتونو د فضایلو په هکله ځانګړی رانقل کړی . د ساري په ډول : د ((سبح اسم)) سورت ته ځانګړی فضیلت يادوي . ((هل اتیک حدیث الغاشیه)) ته بل فضیلت او ((لم یکن الذین کفرو)) ته بل ثواب،بقرې سورت ته بل او آل عمران ته بل او ټول يې هم له رسول اکرمه روایت کړي دي .چا وپوښت: دا څنګه خبره ده،چې دا حدیث یوازې ته روايتوې او بې له تا ان یو تن هم نه دی روایت کړی؟ و يې ويل : که رښتیا راباندې ویاست، دا حدیث مې د خدای رضا ته جعل کړی دی،ومې لیدل،چې خلک په ناستو کې د جاهلیت شعرونه،افسانې او تاریخونه وايي او خپل وخت هسې تېروي،دا چې ددې چټي کار پر ځای مې خلک د قرآن تلاوت ته هڅولي وي؛نو حدیث مې د رسول اکرم له خولې رانقل کړ،دا خو کوم باک نه لري؟!

بل راځي،پلانۍ موخې ته یو جعلي خوب وايي او انګېري،چې په دې خوب به خلکو ته لارښوونه وکړم . ايا دا کارونه سم دى،چې انسان دې سپېڅلې موخې ته له ناسپېڅلو وسایلو ګټنه وکړي؟

نه! دا کار غلط دی .

نن مې  د المیزان تفسیر لوسته،ده(مرحوم علامه طباطبايي) هم د نبوت د تبلیغ ادب،چې له قرآنه يې استنباط کړی (په ټوليز ډول پېغمبرانو او له هغوى رسول اکرم کومو ادابو ته پاملرنه کوله .) پخپل تفسیر کې يې راوړي،چې انبیاوو کله هم پخپله سيرت او طریقه کې،حق ته د وررسېدو لپاره له باطلو ګټنه نه ده کړې ؛بلکې  له خپله حقه يې ګټنه کړې ده.

 تبليغ طريقه

((الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ حَسِيباً[21]=(مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د خداى پيغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له خدايه له بل هېچا نه وېرېدل او همدا بس دى،چې خداى حسابګر(او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى .

((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً[22]=پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې.((او (ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې .))

تبشير او انذار

“تبشیر” زېری ورکول دي او په هڅونه کې شمېرل کېږي . د ساري په ډول : که غواړې اولاد مو یو کار وکړي په دې دوو لارو کې یوه يې یا په عین وخت کې له دواړو ګټنه کوﺉ : یوه د هڅونې لار ده،چې کله مو زوى ښوونځي ته ځي؛نو ګټې يې ورته وایئ،چې دې کار ته يې لېوالتیا ډېره شي،روحيه او طبیعت يې دې کار ته لېوال شي،بل داچې ښوونځي ته د نه تګ خطرناک عواقب ورته وویل شي،چې په نه تګ به نالوستى پاتې شې .دا چې ماشوم غواړي له دې حالته وتښتي،لیک لوست ته مخه کوي . دلته ستاسې یو کار هڅونه او زېری دی؛يعنې دا کار له مخې د ماشوم راښکودل دي او بل کار مو وېرونه او انذار دی .(د خطر اعلانول)،چې دا کار ماشوم له شا ټېله کول دي،چې روان يې کړي؛نو ځکه وايي : تبشیر “قاید” دی او انذار “سایق” دی . قاید؛یعنې مخکې راکښودونکی .

هغه چې د اس یا اوښ پړی نیسي او مخکې روان وي او څاروي ورپسې روان وي؛نو دې ته قاید وايي  “سایق” هغه ته وايي،چې د څاروي تر شا روان وي او څاروي يې روان کړي وي . تبشیر د قاید حکم لري؛يعنې له مخکې يې راکاږي او انذار د سایق حکم لري؛یعنې د څاروي تر شا وي او له شا يې روان کړی وي او دا دواړه یو عمل ترسره کوي . که اوس دا دواړه سره یوځای وي،هم قاید وي او هم سایق،یو له مخکې څاروى راکاږي او بل د څاروي شاته وي او روان کړی يې وي،دواړه لاملونه په عین واحد کې واکمن دي . دا دواړه بشر ته اړین دي؛يعنې په یوازې ځان تبشیر او انذار یو يې هم بسیا نه دي . تبشیر اړین شرط دی؛خو بسیا شرط نه دی .انذار هم اړین شرط دی؛خو بسیا شرط نه دی

دا چې قرآن ته “سبع المثاني” ویل کېږي،ښايي یو اړخ يې دا وي،چې په قرآن کې تبشیر او انذار په یو بل پورې تړلي دي؛يعنې یو خوا زېری او هڅونه او بلخوا انذار او د خطر اعلان دی .

په بلنه کې دا دواړه رکنه باید یو ځای وي . دا به تېروتنه وي که مبلغ یوازې په تبشیرونو یا انذارونو ډډه وکړي؛بلکې د تبشیر اړخ ډېر غوړ ښکاري او ښايي په همدې دلیل وي،چې قرآن تبشیر لومړی ګڼي. (( َمُبَشِّراً وَنَذِيراً، بَشِيرًا وَنَذِيرًا))

تنفير

بې له تبشیر او انذاره یو بل عمل هم لرو،چې نوم يې “تنفیر” دی . تنفیر؛يعنې تښتېدل . کله انسان غواړي انذار وکړي؛نو انذار له تنفیر سره غلطوي .انذار هغه وخت انذار دی،چې د سایق عمل ترسره کړي؛يعنې واقعاً له شا سړی پر مخ بوځي؛خو تنفیر؛يعنې داسې کار کول،چې سړی وتښتي . بیا هم د هماغه څاروي مثال راوړم . مثال يې داسې دی،چې انسان(اس یا اوښ) راکاږي او بیا غواړي په ځان پسې يې راروان کړي،یو ډول چغې او سورې جوړوي،ناڅاپه څاروى توري کېږي،پړی شلوي او تښتي . دې ته تنفیر وايي . د انسان په اروا کې،کله ځینې بلنې نه یوازې قایدیت نه دي؛بلکې تنفیر دی؛يعنې نفرت رامنځ ته کول او تېښته ورکول دي او دا اروايي چار دی او د انسان اروا داسې ده. هماغه د ماشوم او ښوونځي مثال درته وایم . زیاتره وخت موروپلار او ښوونکي د تبشیر او انذار پر ځای تنفیر کوي؛يعنې داسې کار کوي،چې د ماشوم په اروا کې له ښوونځي کرکه او تېښته پیدا کېږي او له ښوونځي تېښته د ماشوم د اروا غبرګون دی .

تاریخ لیکي :رسول اکرم (ص)،چې حضرت معاذ بن جبل (رض) د “یمن” خلکو ته د بلنې لپاره ولېږه،د ابن هشام د سيرت له نقله،داسې سپارښتنه يې ورته وکړه :(( یا مُعاذُ بشر و لا تُنفر،یسر و لا تُعسر[23]))

د اسلام تبلیغ ته ځې، د کار بنسټ دې تبشیر او زیری دی،داسې کار وکړه،چې خلک د اسلام په ګټو پوه شي او پخپله خوښې او لېوالتیا اسلام ته رامات شي .

و يې ونه ویل(ولا تنذر)،انذار مه کوه؛ځکه انذار هغه کړلار ده،چې قرآن يې حکم کړی دی . کوم ټکی،چې آنحضرت ورته ګوته ونیوه،((بشر و لا تنفر)) داسې کار و نه کړې،چې خلک له اسلامه توري کړې او ترې کرکجن يې کړې . مطلب داسې بیان نه کړې،چې د خلکو اروايي غبرګون له اسلامه تېښته وي .دا څومره ستر ټکی دی او څرګندونې ته اړتیا لري .

د روح لطافت

د انسان اروا فوق العاده لطیفه ده او ژر غبرګون ښيي . که انسان په یو کار کې خپله اروا تر دباو لاندې ونیسي،بل خو لا پر ځای پرېږده،کوم غبرګون،چې انسان رامنځ ته کوي،تېښته ده . د ساري په ډول : په عبادت کې د رسول اکرم سپارښتنه دا ده،چې عبادت دومره وکړﺉ،چې روح مو خوشحاله وي؛يعنې په لېوالتیا او خوښۍ يې ترسره کړﺉ . عبادت مو چې وکړ،لمونځ مو وکړ،نفلونه مو وکړل، د قرآن تلاوت مو وکړ،بې خوبه شوئ او نور ننګېرﺉ،چې دا عبادت درته سخت دی او په زوره يې پر ځان تپئ؛نو آنحضرت وویل : (( دلته بس دی،عبادت پر ځان مه تپه .))

څومره چې دې وزغمه هومره سم دى او تر دې ورزيات زړه،لږ لږ له عبادته توري کېږي او عبادت دې؛لکه د دعا وکړئ؛نو له عبادته بده خاطره مه پیدا کوئ،تل هڅه کوئ،چې په عبادت کې خوشحاله وسې او اروا دې له عبادته ښه خاطره ولري .

 بیا رسول اکرم وايي : (( جابره! اسلام دروند- بامتانته دین دی،له ځان سره دې ګوزاره کوه.)) بیا وايي:(څومره ښه تشبیه ده!) جابره! هغوی،چې انګېري پر ځان په دباو او سختۍ به ژر موخې ته ورسي؛نو تېروتنه کوي ،اصلا موخې ته نه رسي،ددې وګړي مثال د هغه په شان دی،چې سپرلۍ ته يې یو څاروى  ځانګړی کړی وي،چې له یوه ښاره پرې بل ته ولاړ شي او انګېري،چې څومره ډېر دا څاروي ووهي او دباو پرې راوړي؛ نو ژر به ورسي . لومړني څو منزلونه په یوه ورځ کې وهي؛خو پام کېږي يې،چې دا څاروى يې ټپي کړی او څاروى نور د تګ نه دی او ځای پر ځای ولاړ دی،خپلې موخې ته ونه رسېد او د سپرلۍ وسیله يې هم ټپي کړه . هغوى چې پر ځان دباو راوړي،چې ژر موخې ته ورسي،دا بیخي موخې ته نه رسي،اروا يې د سپرلۍ د وسیلې په شان کېږي،چې ټپي شوې وي،په لار کې پاتې کېږي او مخکې نشي تلای . په خلکو کې هم دا شان دي .))

ډېر داسې څیزونه دي،چې د تنفیر اغېز لري؛يعنې خلک له اسلامه توري کوي . د ساري په ډول : په اسلام کې بېشکه ،پاکوالی موکد سنت او مستحب دى .پاکوالی د ایمان برخه ده او رسول اکرم مو د خپل وخت تر ټولو پاک و او که نن هم واى؛نو هغه به مو تر ټولو پاک ګاڼه . رسول اکرم په عطرو ډېره سپارښتنه کوله او کله يې هم نه پرېښوول . په عین حال کې پاکووالی سنت او مستحب دی او واجب نه دی . اوس که د یو مبلغ جامې ناولې او خیرنې وي او بدن يې بوى کوي،له فقهي اړخه نه شو ویلای،چې حرام کار يې کړی دی، اوس همدا خیرن مبلغ دې راشي او د یو پاک سوتره ځوان مخې ته دې درېږي او ورته ووايي،چې زه دې اسلام ته رابلم،که له خولې يې ملغلرې هم ودوړېږي؛نو پر ځوان به په پوټى اغېز هم ونه کړي .

متکلمین وایي : د نبوت یو شرط دادی،چې په پېغمبر کې هغه صفت نه وي،چې خلک ترې کرکجن وي ان که جسمي نیمګړتیا هم وي .

نو لکه څنګه چې د مبلغ او د خدای لوري ته د رابلونکي کس قواره، دې کرکجنه نه وي؛نو همداشان نورې ځانګړنې لکه چلن او وینا دې داسې نه وي،چې په خلکو کې کرکه راپیدا کړي او ترې وتښتي .

ډېره ملامتيا

ډېره ملامتیا همدا شان ده .ملامتول کله ډېر ګټور وي . کله په ملامتیا د انسان غیرت لمسېږي؛خو ملامتیا هم خپل ځای لري . په ډېرو ځایونو کې ډېره ملامتیا کرکه رامنځ ته کوي . د ساري په ډول : ډېری وګړي د ماشوم په روزنه کې دا تېروتنه کوي،چې ماشوم ملامتوي او رټي يې،چې: ورک شه! پلانی  همزولی دې څومره مخې ته ولاړ او ته ډېر ډېبا او بېړا يې،له تا مې بیخي هیله نشته .

دوی انګېري،چې په دې رټنو به د ماشوم غیرت ولمسوي،حال دا که رټنې له خپلې پولې واوړي،د ضد غبرګون رامنځ ته کوي،اروا يې د پړسوب – انقباض او تېښتې حالت پیدا کوي او له اروايي اړخه ناروغېږي او ناشونې ده که په هغه کار پسې ولاړ شي؛ نو رسول اکرم پخپلو حکمونو کې نه یوازې حضرت معاذ بن جبل (رض) ته؛بلکې ټولو ته  يې ويلي:(( بشر ولا تنفر،یسر و لا تُعسر))اساني کوه،سختي مه کوه،خلکو ته داسې مه وایه،چې دینوالي څه اسان کار نه دی او سخته ده،هر څوک دینوالېدای نشي. دا چې تل وایي : دینوالي سخته ده؛نو په پایله کې مقابل لوری وايي: دومره سخته ده؛نو ورخوشې به يې کړو. آنحضرت ویلي : “یسر”؛اساني کوه.

[1] (طه /١١٤)

[2] (اعراف/٢٠٥)

[3] . (بحارالانوار ١٦/٢١٧) .

[4] . (کشف الغمه ۱/ ۱۸۸)

[5] ( آل عمران/ ١٢٨)

[6] ( آل عمران/۱۴۴)

[7] (اسراء/ ٨٥ )

[8] (بقره/۱۸۹)

[9] (انفال /١ )

[10] (اعراف /١٨٧)

[11] (بقره/٢٣٢ )

[12] (احزاب/۲۱)

[13] (احزاب/۲۱)

[14] .په وروستیو څپرکیو کې مو د پېغمبر اکرم د ویناوو  یوه ټولګه هم راوړې ده.

[15] (امالي شیخ طوسي۹۹،۹۸/۲ )

[16] (احزاب/۲۱)

[17] .په دې هکله په دې کتاب کې یو ځانګړی څپرکی لرو .

[18] .په دې کتاب کې هڅه شوې،چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د رسول الله میتود په شننیز ډول راوړل شی او په راتلونکیو څپرکیو کې مو په دې هکله مفصل معلومات راوړاندې کړي دي.

[19] (حج/۱۱)

[20] [په دې مطلب ښه پوهېدنې ته د استاد مرتضی مطهري “ښوونه او روزنه په اسلام کې” کتاب ولولئ،چې پښتو ته اړول شوى او چاپ شوى هم دى.]

[21] (احزاب/۳۹)

[22]  (احزاب/٤٥-٤٦)

[23] (ابن هشام،۲۳۷/۴) .دا وینا مو په بشپړ ډول  د پېغمبر اکرم د ویناوو په برخه کې له تحف العقول کتابه راوړې ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!