تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د شتمنۍ او ځواک سمه ویشنه؛ یو عرفاني سلوک او د ملي واکمنۍ د ټینګښت لامل دی. سریزه: د لوی خدای په فضل په هېواد کې مو اسلامي جمهوري دولت رامنځ ته شوی او د جمهوري ریاست درېیم ځل ټاکنیزې هم تر شوي […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د شتمنۍ او ځواک سمه ویشنه؛ یو عرفاني سلوک او د ملي واکمنۍ د ټینګښت لامل دی.

سریزه:

د لوی خدای په فضل په هېواد کې مو اسلامي جمهوري دولت رامنځ ته شوی او د جمهوري ریاست درېیم ځل ټاکنیزې هم تر شوي او د ملي وفاق لپاره د ملي یووالي واکمني هم چلېږي. هېوادوال  ملي، سیمییز او نړیوال شرایط په پام کې نیسي او د نظام د لاټینګېدو لپاره هڅې کوي او ان د کندز په روستۍ پېښه کې یو کندزي هېوادوال مو له جمهور رئیسه وغوښتل چې نظام راجوړه کړه، ډوډۍ خپله پیدا کوو؛ نو دا لاندې شننه چې لولې د حکومتو چارو په اړه د دینپوه نظریات دي، چې حکومتي چارواکیو ، مدني ټولنو، فعالانو، د سیاسي او ټولنیزو سازمانونو غړیو، د پوهنتون او ښوونځیو زده کړیالانو ته یې لوستنه بې ګټې نه ده.

د شتمنۍ او ځواک سمه ویشنه؛ یو عرفاني سلوک او د ملي واکمنۍ د ټینګښت لامل دی.

«محییان، الهي دین، بیاژواکی – احیاء کوي او د دین بیاژواکي پر څو ماناوو او ډوله ده. په لومړی درجه کې، څوک چې د یو دیانت د بیاژواکۍ هوډ کوي، د دین درد لري او د خلکو نېکمرغي د دین په ژوند کې بولي، که نه څوک چې دین د خلکو له نېکمرغی سره اړوند نه بولي، بیاژواکۍ ته به یې هم راپانڅي. نو ځکه هم دا اروایي څوبتیا؛ یعنې دردمندي، او هم هغه علمي ګروهه؛ یعنې له انساني نېکمرغه ژوند سره د دین د ژوند اړوند ګڼل، ددې چار له ړومبنیو لوازمو دي او چې څوک په دې دواړو سمبال او ملتزم نه وي، دې ډګر ته به را ونه دانګي.

محییان، چې کله په خپل وخت کې د دین اکر – وضع ته ويني، بیاژواکۍ ته یې مټې رابډ وهي. خپله دین په دې پار چې دین دی، خدای رالېږلی او رسول راوړی، بیاژواکۍ ته اړتیا نلري؛ خو کله چې د خلکو په واک او لاسونو کې شي او پکې خپرېږي، د زمانې، ځای، جغرافیا او تاریخ رنګ خپلوي؛ نو داسې یو موجود ترې جوړېږي، چې کله رنځور وي او بیاژواکۍ، توږنې او سینګارونې ته اړتیا لري. او هغه چې د څېړنې، نه د تقلید له مخې د خپلې زمانې اوضاع ته ویني او د دین او دیندارانو ترخه او کنډوکپر وضع تشخیصوي؛ نو د دین بیاژواکۍ ته ورمخه کوي.

توږنیزه بیاژواکي (احیای پیرایشي) یا چاڼوونکې بیاژواکي

د دین بیاژواکي کله توږنیزه بڼه خپلوي او کله سینګاریزه او سنبالېزه (آرایشي) که یو بیاژواکی (محیی) احساسوي، په خلکو کې دودیز دین، له پردیو او دین ځپونکیو چارو سره ګډوډ شوی دی، چې ددې درنو زوایدو تر دباو لاندې په سختی سا وباسي، د دین حقیقت پټ شوی خس و خاشاک پرې پراته او د دین رڼې اوبه یې خړې پړې کړې دي. نو دلته محیي په توږنه لګیا کېږي. دا يې تشخیص کړې چې کوم څېزونه له دینه پردي او پرې ورزیات شوي د توږنې ته مټې رابډ وهي او پردي څیزونه ترې توږي.

سینګاریزه بیاژواکي

کله د دین یوه برخه پرېښوول شوې او هېره وي. خلک د یو ګروهیز غونډال – اعتقادي نظام ټولو اړخونو، پوهاویو او معارفو ته په یوه سترګه نه ویني او له منځه یې په ټولنیزو، اروايي او معرفتي دلایلو، ځینې عناصر ترې غورچاڼوي او ځینې پرېږدي، ادیان هم له دې قاعدې مستثنا نه دي؛ نو ځکه ځینې اړخونه یې پرېښودل کېږي او ناڅرګند پاتېږي؛ داسې چې کله په خلکو کې یو نیمګړی، کوږ ووږ، مظلوم او ممسوخ دین پاتېږي. دلته محیي په سینګارونه لګیا کېږي؛ یعنې څه چې د دین برخه ده؛ خو لنډمهاله دباندې پاتې ده او ظلم پرې شوی، داد ته یې ور رسي او بیاځلي یې معرفي کوي او د دیندارانو دینداري ورزیاتوي.

دا سینګاریزه بیاژواکي ده او هغه چاڼیزه. په یوې کې موخه نږه کول دي او په بل کې موخه د تمامیت ورستنول دي. ارواښاد هر یو امام غزالي، امام محمد عبده، فیض کاشاني او دوکتور علي شریعتي په دواړو ډګرونو کې ګامونه اخستل او د شریعت بڼوالي یې کوله. شنې لښتې یې پاللې او وچې یې غوڅولې.

د دین بیارغاونه او نوې پوهېدنه، د بیاژواکۍ یو بل ډول دی

 کله بیاژواکي د تېرو دلایلو له مخې نه ده، نه یو څوک ننګیري چې د دین یوه برخه یا عنصر مظلوم او شاته اچول شوی او نه احساسوي چې پردیو یرغل پرې کړی او د دیانت ښکلې او نوراني بڼه یې خړه پړه کړې ده، یوه یې هم نه؛ بلکې احساسوي چې دیانت ټکنی شوی. په ښکاره څه شته، نه څه دباندې پاتې دي او نه کوم پردی ورننوتی؛ خو دا ټولګه – په نظر رسي چې – یو لړ چارې ځوابولای نشي. دا ظاهري او سرسري بېوسي ده، چې ځینې بیاژواکۍ ته راپاڅوي او دوی هڅه کوي، چې دین ته هغه وسه او ځواکمني ورستنه کړي، چې تمه ترې کېده.

نو دلته ځینې کسان په فروعاتو کې په ژور اجتهاد بوختیېږي او له دننه دیني اندنه او معرفت کره کوي او د دین نوې پوهېدنې او د دیني پوهېدنې بیارغاونې ته مټې رابډوهي. او ځینې اسانه لار خپلوي او په خلکو کې چې د شته دین د وسمنۍ په اړه شکمن شي؛ نو له هر ځایه یو عنصر پوروي او که له دین سره جوړېږي یا نه پرې ورتپي او په ګومان یې د دین ښکاره بېوسي پر وسمنۍ اړوي. دا هماغه څه په التقاط او ګډولې تعبیرېږي. یعنې یو څه له یوه ځایه اخستل او دا پروا نه درلودل چې د ښوونځي او دین له بنسټونو سره سازګاري لري که نه، کېږي چې یو څوک د دیندارانو د پیاوړتیا په هوډ راپاڅي او د دیني اندنې په اړه خبرې ونه کړي او څه نظر ونه لري؛ ځکه دا دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي او په خپلواکه توګه یې یو له بله اوڅارولای نشو. خو کله پر یو اړخ ټینګار وي او کله پر بل. د سید جمال الدین افغان د زده کړیالانو ټول ټینګار د معرفتي – عقیدتي نظام پر اړخ و، چې دین څرګند او له زوایدو چاڼ او وتوږل شي، اپوټه سیدجمال الدین افغاني د سیاست په ډګر کې ګرځېده راګرځېده او ډېر لږ پر نظري چارو بوختېده.

«دګماتېزم» ددیني ټولنو آفت

دیانت په دې پار چې له طبیعت ورهاخوا او ثابتو احکامو سره سروکار لري، تل د ځانګړو آفتونو د برخمېندو وړتیا لري. باید دا ځانګړي آفتونه د دیندارانو په تېره سمونپالو او بیاژواکانو (احیاګرو) تر پاملرنې لاندې وي. علمي او فلسفي نظامونه هم آفات لري او دیني نظامونه بل ډول دوی یو له بله سره توپیر لري.

په دیني نظامونو کې په دې پار چې پر ثابتو چارو ګروهه شته چې د وحې له لارې خلکو ته وررسېدلې ده او هم په دې پار چې له طبیعت ورهاخوا څه شته او غیبي قوتونه په کار لګیا دي او له بېخه او د نظام له پاسه عالم تدبیر او سنبالوي او د عالم وجودي ملاتړ دی (؛نو) له لامله یې دیني ټولنه ځانګړي آفات ګواښي. په دیني ټولنو کې دا آفات په بیړه وده کړای شي، چې انسانان د یو ډول ویجاړوونکي «دګماتېزم» پر لور ولاړ شي او یو مخې پر خپل مخ د تعقل ور وتړي او د افکارو او دیني معارفو د ثبات د ګروهې په لاسوند، تقدس او سپېڅلتیا په تحجر کې ولټوي او نوې پوهېدنه او نو بنسټګري د شارع پر وړاندې جسارت او سپین سترګتوب وګڼي. هماغه آفت چې اخباریانو شیعه وو ته او حنبلیانو اهل سنتو ته ورډالۍ کړ. شک نشته چې دین ثابت بنسټونه لري؛ خو که دا ثبات بد وپوهېدل شي او پر جمود واوړي؛ نو په دې حال کې یو ډول مات ګوډ فکري رکود، د اندنې له نوښته ځان بچونه او له دننه د عقل د لاسونو د تړلو مخنیوي کوي، داسې چې د عقل کارونه یو رذیلت ګڼل کېږي او ناپوهان پر پوهانو ورمخکې کېږي او د حضرت علي(ک) په ښکلي تعبیر ناپوهان، عزتمن او د پوهانو خولو ته قیضي وراچول کېږي او د مولانا جلال الدین بلخي په وینا:

احمقان سرور شدستند و ز بیم – عاقلان سرها کشیده در گلیم  (مثنوي)

ټولې چارې اسماني ګڼل، یو بل آفت دی.

بلخوا، که هغه ګروهه چې دیني اندنه یې د طبیعت پر ورهاخوا ځواکونو لري – چې یو حقه ګروهه ده – بده وپوهول شي او ځان ته عامیانه رنګ خپل کړي، په بیړه به په خلکو کې خرافات دود شي او د عملي فکر سپک ګڼل او پېښو ته د سمو څرګندونو په لټه کې نه کېدل او په هر څه کې نیغ په نیغ د طبیعت ورهاخوا عواملو لاس ګڼل، او طبیعت او له طبیعت ورهاخوا یو د بل پر وړاندې کېنول او دنیا د آخرت مزاحمه لیدل او بې له څه کړو وړو پایلې ته سترګې نیول او د توکل په پلمه د اوښ د خرنګون نه تړل او هر ځای اسمان ته سترګې نیول او د نورو دنیوي پر مختګونه سپکول او د الهي غچ په انتظار د ظالمانو پر ظلم صبر کول او ځان په نړۍ کې مطلق بېکاره یا مطلق بېکاره ته ورنژدې ګڼل به رادبره کړي.

بیاژواکي (احیا) د دیني ټولنو د ځانګړو آفاتو د لرې کولو پسې ده. دا هغه آفات دي که د دیني ټولنو د سمونپالو، لارښودونکیو او اندیزو مشرانو پام ورته نه وي او منځلاری برید یې ونه پېژني او دینوال پکې له افراط او تفریطه (کمي او زیاتي) بچ نه کړي په بیړه به په دیني ټولنو کې راوټوکېږي او ناورین به رامنځ ته کړي. کله چې یوه ټولنه پردې آفاتو اخته شوه او له دینتوبه به د ګټي پر ځای زیان ومومي او د اختر پر ورځ د ډهول په څېر یوازې وهل به یې پر برخه وي؛ نو ځکه روستي ډوله بیاژواکي او سمونپال به راښکاره او دینداران به له خوبه راپاڅوي او ټولنه به د بددینی له ناروغیو ورغوي. ددې ډول مبارزې بېلګه د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر امام خمیني و.

له جهاد تش عرفان او آفت څنډنه یې

هو، موږ له وخته په دیني اندنه کې د عرفان له اړخ ستونزې درلودې. یو دا هڅه یې کړې چې له ګردو اسلامي ښوونو یې یو عارفانه تعبیر وړاندې کړي او دویم زموږ د ډېری عارفانو عرفان له جهاده تش و. زموږ عارفانو چې پر قرآن کوم تفاسیر لیکلي، که یوه برخه یې ولولئ، په ډاګه به دې ټکي ته ورسئ، چې د دې مشرانو پېغمبر(ص) یو ملنګ و، چې په مکه کې په یوې خانقاه کې ناست او نورو ملنګانو ته یې د تصوف سبقونه ورزده کول.

د عرفان مشرانو مو دغسې کول او له قرآن او د پېغمبر(ص) له وګړې – شخصیت یې دغسې انځورنه راوړاندې کوله. داسې انځورنه چې په نظر یې د پېغمبر(ص) د وګړې نهايي تقدیس دی. هسې نه وانګېرئ چې خدای مه کړه په لوی لاس یې په اسلامي ښوونو کې اړونه رادبره کوله. دوی په خپل نظر له دیني معارفو غوره او ښه پوره پوهېدنه وړاندې کوله. (وګوړئ: (۱) د ملا عبدالرزاق تأویلات. (۲) د رشید الدین میبدي کشف الاسرار (۳) د شیخ روز بهان بقلي، عرائس البیان تفسیر).

له دیني معارفو ناروا عرفاني تاویلات

په څاه کې د حضرت یوسف (ع) لوېدل، فرعون ته د حضرت موسی(ع)  ورتګ، د انفال او ولجو احکام او د بني اسراییلو په قصه کې ژېړې غوا، دې ټولو عرفاني او باطني بطون درلودل. او لرې ماناوې او تاویلات ترې راسپړېدل. دین ته دغسې کتنې، دنیا ته مطلقه بې اعتنایي او د ځان په فکر کې کېدنه پیاوړي کوله او د طبیعت په څاه کې د ورلوېدلو خلکو په تړاو یې له لورنې سره مل بې اعتنایي رادبره کوله. علامه اقبال لاهوري په اسلام کې د دیني اندنې د بیاژواکۍ (احیا) کتاب د پینځم څپرکي په لومړیو کې وايي؛ د اسلام پېغمبر(ص) معراج ته ولاړ او راستون شو؛ خو د طریقت یو ستر شیخ، عبدالقدوس ګنګهي، ویل، که زه وای؛ نو نه راستنېدم. دا خبره په ډاګه د تصوف نامیمونه روحیه – چې د ځان غم او له خلکو بې غمې – انځوروي. دنیوي ژوند د عارفانو له شانه ټیټ و، او له نورو سره ژوند د اړتیا او زور له مخې و او د خدای ذکر په ډاګه له بیع، سوداګرۍ او سیاست سره ټکر پیدا کاوه او دا چېرې او د قرآن ښیون – هدایت چېرې چې وايي:

نور-۳۷آیت: « رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ : (په کورونو کې داسې) سړي دي، چې سوداګري او راکړه ورکړه یې د خدای له یاد او د نمانځه له درولو او د زکات له ورکړې نه بې پروا کوي».

زموږ عارفان د عرفاني اندنې او معرفت پړاو ته تر ورسېدو روسته، بې له عزلت او ګوټناستۍ بله چاره نه درلوده. غوره ژونددود یې دا باله، چې له ژونده څنډې ته شي؛ یعنې تقریباً په ظاهره مشروع یو ډول په لوی لاس ځانوژنه!

صوفیانه زهد او ګوټناستي

د ژوند له ټولو چارو څنډې ته کېدل، په دې ګومان چې انساني کمالاتو ته ورسېدل دي؛ نو ځکه زموږ په عرفان کې د «شجاعت او مېړانې» په اړه هیڅ نه ویل کېږي یا ډېر لږ ویل کېږي او د «زهد او عزلت»  په باب ډېرې خبرې کېږي (وګورئ: جامع السادات او احیا علوم الدین)

د تصوف مهم سبق

له واک او شتمنۍ ډډه کول؛ ځکه له آفاتو یې خوندي پاتېینه ده. له ثروت او قدرته ډډه کول او د بېوسی او فقر خپلول، د دنیا تښتېدونکیو په لومړیتوب کې وو. زموږ عارفان په یوه ټکي سم پوه شوي وو، او هغه دا چې ډېر لږ دي داسې کسان چې د ثروت د وسوسې پر وړاندې به ځان وساتي او غاړه به ورته کېنږدي. شهوت، څه باطني غوښتنه نه ده له ابژکتیو او بهرینو عواملو ځنې ده؛ یعنې قدرت او ثروت دی. په مثنوي کې « د اژدها او مارګیر» قصه د همدې مانا لپاره ده: یو مارګیر، مړاوی او یخ وهلی مار ونیو؛ انګیرل یې چې مړ دی، مار یې بغداد ته راوست او پر یو پله یې واچو او خلک یې نندارې ته راوبلل، چې پیسې ترې واخلي. ورو د عراق لمر تودېده او د مړاوې مار یخ اوبه شو مار وخوځېد، ټوپ یې کړ او په لومړي پړاو کې یې مارګېر وخوړ او ورپسې نور. له دې داستانه عامه پایله اخستلېږي چې عامو عارفانو او صوفیانو مو اخستې ده او داده:

نفست اژدهاست او کی مرده است – از غم و بی آلتی افسرده است.

کرمکست آن اژدها از دست فقر – پشه ای ګردد ز جاه و مال صقر

اژدها را دار در برف فراق – همین مکش او را بخورشید عراق

تا فسرده می بود آن اژدهات – لقمه او یې چو او یابد نجات.

هر خسی را این تمنی کی رسد – موسیی باید که اژدرها کشد  (مثنوي)

ددې داستان څرګنده پایله داده چې مال او دبدبه؛ یعنې شتمني او قدرت، د عراق لمر دی، چې کله په مړاوې اژدها ولګي راژوندۍ به شي او په ړومبی قدم کې یې ته خپله قرباني یې او ورپسې د نورو وار رارسي. نو څه وکړو چې دغسې یو هلاکت مو پر برخه نشي؟ له دې فیتاوې څنډې ته کېدنه د حل لار ده.

اژدها را دار در برف فراق – هین مکش او را به خورشید عراق  (مثنوي)

یعنې اژدها په واورو کې بېله ساته، او د عراق لمر ته یې مه وباسه.

ځان شتمنۍ او ځواک ته مه وروړاندې کوئ. ډېر لږ کسان دي چې ځانونه د قدرت او ثروت وسوسو ته ټینګ او پر وړاندې یې مقاومت وکړای شي؛ نو ځکه ښه کار دادی، چې په قدرت او ثروت پسې ونه ګرځي او په څرګند تعبیر دنیا غواړیو او دنیاوالو ته وروسپاري او د نفس سلامتۍ او د آخرت نېکمرغۍ لپاره له دنیا او دنیا والۍ څنډې ته شي او وداع ورسره وکړي. دا زموږ د مشرانو خبره ده. دې مشرانو یو ټکی سم موندلی و؛ خو درملنې ته یې ناسم چلن او حرکت ښووه؛ یعنې د عرفاني سلوک لازمه یې له ثروت او قدرته لاس مینځل ګڼل او تقوا یې له عجز، بېوسۍ او فقر سره تر دبدبې او واکمنی مناسبه مونده. او همدلته غواړم چې عرفان او سیاست سره غوټه کړم. مولوی بلخي په یو داستان کې – چا له موسی(ع) وغوښتل د څارویو ژبه رازده کړه – همدې مانا ته اشاره کوي:

نیست قدرت هر کسی را سازوار – عجز بهتر مایه پرهیز کار

فقر ازین رو فخر آمد جاودان – که به تقوی ماند دست نارسان

زان غنا و زان غني مردود شد – که ز قدرت صبرها بدرود شد

آدمی را عجز و فقر آمد امان – از بلای نفس پر حرص و غمان  (مثنوي)

دوی په رښتیا موندلي وو، چې انسانان د ثروت او قدرت د وسوسو پر وړاندې ډېر لږ بچېدای شي. همدغسې ده «علق،۶ او ۷: ((كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَى أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَى: انسان چې وویني استغنا ته وررسېدلی؛ نو په سرغاړۍ به لاس پورې کړي» مال او واکمني دواړه دغسې کوي.

قصص،۸۳: تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ: دا د آخرت کور (یوازې) هغوی ته دی، چې پر ځمکه لویي او فساد نه غواړي او دوی پرهیزګاران دي، چې ښه پای یوازې د پرهیزګارانو ده.»

خو دوی له شتمنۍ او قدرته ناسمه پایله اخسته او هغه دا چې باید دې دواړو ته ورشا کړو. اور پرېږدئ چې لمبې وکړي، خو تاسې مه ورنژدې کېږئ. خو چېرې دغسې پایله اخستنه منلې ده؟ ایا دا چار په بل ډول سنبالولای نشو؟ څه چې د جهنم په څېر انسانان او انسانیت سوځوي بې ښرته قدرت او بې ښرته شتمني ده نه هر قدرت او ثروت.

آفت په بې ښرته قدرت او ثروت کې دی، نه په متعارف کې

ټکی دلته دی. انسانان چې عادي ژوند کوي، لږ و ډېر د کوچنیو قدرتو او شتمنیو پر وړاندې مقاومت کړای شي او تر ډېره بریده اخلاقي ارزښتونو ته غاړه ږدي او پښه یې نه ښوییږي؛ خو همدا چې شتمني ډېره او بې ښرته شوه او د پیسو برښنا سترګې برېښول پیل کړل؛ نو دلته وګړي ښوییږي او ډېر لږ ځان بچولای شي. همدغسې ستر قدرتونه هم دي. ډېر لږ کسان به پیدا کړئ چې پراخ اختیارات او ډېر قدرت ورکړئ؛ او هماغسې به پاتې شي چې مخکې و؛ او ډېر کسان به وموندای شئ – خو بې د خدای له ولیانو – چې بې ښرته شتمني ورکړئ او هماغسې به پاتې شي چې وو.

یو څاڅکی او دوه څاڅکي شراب به څوک نشه کړئ؟ او بلخوا څوک دی چې په لپو لپو شراب وڅښي؛ خو نشه به نشي؟ اوس چاره څه ده؟

د ثروت او قدرت سمه ویشنه؛ یو عرفاني سلوک دی.

آیا لکه څنګه چې عمومو عارفانو ویلي، له مدن سیاست او تدبیره څنډې ته شو او قدرت قدرتمنو او ثروت شتمنو ته وروسپارو او خپله د خدای منندویان اوسو، چې زموږ لمنې یې د قدرت او ثروت له داغ او ککړتیا پاکې ساتلي او پر دنیا پالو ملنډې ووهو چې د پیسو او واک لیونیان دي؟ که نه، بله لار هم سنجولای شو؟

لار یې داده، داسې یوه طرح وسنجوو او هڅه وکړو،چې نه بې ښرته قدرت او نه بې ښرته شتمني راټوله شي. پرېنږدو چې د پیسو لاس په لاسېدل او ټولنیز حرکات داسې وي، چې د یو تن په لاس پراخ اختیارات او قدرت وي یا له ځینو سره سترې سترې پانګې وي.

حشر-۷: « كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ: چې دا ډېره شتمني ستاسې د بډایانو ترمنځ لاس په لاس نشي»

ایا دا د عرفاني اندنې غوښتنه نه ده؟ ایا د ثروت او قدرت په ضبط او کابو کونه کې هڅه په خپله یو ډول عرفاني سلوک نه دی؟ ایا په اور کې د نورو پرېښوول او یوازې د ځان خوندیینه، پر مخلوقاتو لورنه ده؟ ولې له هغه سمه دنده دا ناسمه پایله اخلو، چې ډېر کسان د قدرت او ثروت د وسوسو پر وړاندې مقاومت کړای شي؛ نو هم دې ثروت پاتې شي او هم دې قدرت؛ خو د نورو په لاسونو کې؟ څه خو او عیب لري که ووایو چې نه دی بې ښرته ثروت پاتې شي او نه بې ښرته قدرت؟ چې شتمن به رورو پر ځواکمنو او ځواکمن به رورو بر شتمنو واوړي. نه دا چې هډو هیڅ ثروت او قدرت پاتې نشي؛ بلکې بې ښرته وسوسه ګر قدرت او ثروت دې پاتې نشي.

 که دا پاتې نه شي عموم انسانان به د ثروت او قدرت له وسوسې خوندي پاتې شي او د عمومو پر مخ به د نېکمرغۍ او سلامتۍ  ور پرانستل شي. نه، ظلم چې د بې ښرته قدرت زوکړه ده او نه فقر چې د بې ښرته شتمنۍ زیږنده ده. یو هم به پېښ نشي. نور چار په دې پورې نه اړوندېږي چې ځینې په خلوت کې د شر خیری پاک او خپل روح صیقل،زهد او تهذیب خپل کړي او ځان ثروت او قدرت ته پر ورشا کولو او ورباندې سترګې پټولو ته سمبال او چمتو کړي او دا یوازې د نوادرو وګړیو په برخه شي او پاتې د قدرت او شمتنۍ په لومه کې ونښلي. یو قوم په حشمت او دبدبه کې وسوځي او بل په حسرت کې د نورو د لاسنیوي ټولنیز دود او عمومو ته د عرفاني سلوک د طرح اسانول دي، چې زموږ له عرفانه ترې تم دي. حافظ (رح) ویل:

ساقی بیار آبی از چشم خرابات – تا خرقه ها بشوییم از عجب خانقاهي.

 «ساقي! د خرابات له چینې څه اوبه راوړه، چې د خانقاهي هیښتیا خرقې پرې ومینځم.» او سعدي(رح) هم ویل

صاحبدلی به مدرسه آمد ز خانقاه – بشکست عهد صحبت اهل طریق را

ګفتم میان عالم و عابد چه فرق بود – تا اختیار کردي از آن این خریق را

ګفت آن ګلیم  خویش به در می برد ز موج – دین جهد می کند که بګیر غریق را.

یعنې « یعنې یو په زړه هوښیار له خانقاه نه مدرسې ته راغی، او د طریقت والاو د صحبت چوکاټ یې مات کړ، ورته مې وویل، چې د عالم او عابد ترمنځ څه توپیر دی، چې له هغې خوا دې دا خوا ونیوه، ویې ویل، هغه له څپې خپل ټغر راټولوي او دا هڅه کوي چې ډوب شوی وژغوري.»

مسأله داده: ځینې د ډوب شوی د ژغورنې په فکر کې دي او ځینې یوازې ځان ډوب ویني او له څپې د ځان د ټغر د ایستو په فکر کې دي. د مطلب راز هم همدا دی چې ومې وایه؛ یعنې د یوې ټولنیزې اندنې نه درلودل، او ثروت او قدرت یو ټولنیز بنسټ نالیدلي ګڼل. ته وا قدرت او ثروت یو څیز دی چې خدای یې ځینو ته ورکوي او ځینې ترې بې برخې پرېږدي.

 د ثروت او قدرت ویش د خدای په لاس کې دی او ته وا خلک یې د ویش په تنظیم کې څه برخه او تصرف نه لري. خو که همدې چار ته نوې کتنه وکړئ، و به وینئ چې هیڅ خنډ نشته چې موږ، هم دا اوچت عرفاني اند ولرو او هم ثروت او قدرت ته د ټولنیز بنسټ لیدو اند، او دا دواړه نه یوازې سره ګډوډ کړو؛ بلکې دقیقاً یو د بل د کړنو مجرا وبولو او پر وړاندې یې لاس تړلي کېننو. نو که چا دا امر وموند؛ نو هڅه به کوي چې ځان د نورو په غم او نادودو کې برخوال وبولي او داسې به نه وی چې ځان بچ او نور پکې اخته پرېږدي.

کله چې د ټولنیز اند درلودنکی مجاهد عارف، ټولنیز خوځښت پیلوي؛ نو دا لید او ګروهه نه لري چې دنیا او طبیعت یو څاه بولي چې انسانان پکې ورلوېدلي او مادي نړۍ د هستۍ یوه ناڅیزه برخه ګڼي چې خدای پرې لورېدلی نه دی خپل ذهن یې له دغسې لیده پاک کړی او د ټولنیزې مبارزې ډګر ته یې وردانګلي؛ ځکه له وړاندې یې تیوري له عمل سره سازګاره او همغږې کړې ده. لارویان یې هم له تګلارې سبق اخلي او په همدې لوري فکر کوي او له همدې دریڅې یې چارې او خوځښت ویني.

ومې ویل، علای الاغلب عارفان مو د دغسې خوځښتونو والا نه وو. په دې پار، چې د دوی د تیورۍ له مخې ځینو انسانانو خپله لار موندلې، باید پرې ولاړ شي او د خپلې پېژندل شوې قبلې پر لور وروځغلي او دا غم ونخوري چې ولې ټول د طبیعت له څاه راوتلي نه دي او پوه شي چې غفلت د نړۍ ستن ده او که ټول راویښ شي؛ نو د نړی نظام به ویجاړ شي. پاچایان باید د پاچاهۍ پر سر لانجه وکړي، او یو د بل ویني توی کړي او ماړه دې د سوټو راټولوونکیو په څېر د هستی د حمام خیري راټولوي، چې پرهیزګاران بې غمه په حمام کې د ځان په پاکولو لګیا وي.

غزالي دقیقاً همدغسَې فکر کاوه؛ ویل یې: د تاریخ مسوولیت راپرغاړه نه دی او خدای چې دا نړۍ او خلک پیدا کړي، خپله ښه پوهېږي چې نړۍ څنګه تنظیم کړي، او زما یا ستا په څېر وګړي څنډې ته کېدنه به د نړۍ چارې ګډوډې نه کړي. دا یې ښکاره فتوا وه او کټ مټ یې عمل پرې کاوه. بې له څه منافقته یې ویل، پوهېږم د پېغمبر(ص) دا روایت مې اورېدلی چې پر مسلمانانو یوه ورځ امارت او واکمني د شپېتو کالو عبادت هومره ده. خو دا دنیاپالو یا وسمونو او مخلصانو ته ورپرېږدم. پر ځان ډاډمن نه یم او په دې لار کې به ګام کېندم او که مې وپوښتې که ته څنډې ته شې، بل او بل هم څنډې ته شي، دنیا به څه شي، ځواب به درکړم چې:

بیا که رونق این کارخانه کم نشود – به زهد همچو تویی یا به فسق همچو منی  (د حافظ دیوان)

«راځه چې ددې کارخونې چلښت نه کمېږي، که ستا په زهد یا زما فسق په څېر وي».

دا دنیا به ویجاړه نشي او خدای به یې تنظیم کړي او هومره په نړۍ کې ریاست غواړي او د چوکۍ او واک غوښتونکي شته چې زموږ په نصیحت او پند به هډو د مال او واک اور مړ نشي. ځیرک هغه دی چې د نورو په شخړو کې، پر خپل کار اخته او له خپلې برخې غافل نشي او دوی په خپلو شخړو کې ورپرېږدي.

به دریا در منافع بی شمار است – و ګر خواهی سلامت برکنار است (د سعدی ګلستان)

ستاسې خیال دې د دنیوي چارو او د هستۍ له تنظیمه بې غمه وی او بلکې خدای به دنیا په غضب او شهوتپالو تنظیم کړي او که د غضب او شهوت اور مړ شي، دنیا به راوپرځي. دا د امام محمد غزالي نظریه وه.

خو ټوله خبره داده، چې ایا باید تل د واک پر سرجګړه وکړو؛ ولې د قدرت او ثروت اسطورې ماتولو ته نه جنګېږې؟ ولې انګېرې چې بې ښرته او بې شمېره شتمني او قدرت ازلي تقدیر او د انساني ژوند ناوړېدونی بولې؟ ولې یرغل پرې نه کوي چې د ټولو سلامتۍ ته لار همواره کړې؟ حقیقت دادی چې عارفانو مو د خپلې عرفاني نظریي تر څنګ یوه ناسمه ټولنیز نظریه هم درلوده او هغه دا چې د خپلو  ټولنو شته او بالفعل نظم یې یو طبیعي او نه تغییرېدونکی نظم؛ باله، ویل یې خدای په خپله پوهېږي چې ولې یې دنیا دغسې پیدا کړې ده.

موږ هم نه غواړو په دنیا کې خدايي وکړو، نړۍ بدله کړو د فلک چهت سوری کړو او نوې طرح رادبره کړو؛ نو ځکه یې حداکثر د خپل وجود په هېواد کې حکم چلاوه او ځان یې له وسوسې لرې ساته. همدا چې دا ټولنیزه تیوري واوړي او انسان د نړۍ ادلون بدلون ته لاس وروغځوي، د تقدیر، د ثروت او قدرت د کابو کونې طرح به په ډاګه مطرح شي او ځانګړی ټولنیز خوځښت به راوټو کوي.»

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!