تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عدالت شونتیا ته سترگې پر لار یو   سریزه د عدالت پلي کول د بشریت یوه ارزښتمنه هېله ده او پوره کېدو ته یې ډېرې قربانۍ ورکړي او دا لړۍ لا غځېږي. نوی کهول مو هڅه کوي چې له هېواده د بې عدالتۍ جرړې راوباسې او داسې یو عادلانه ټولنه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د عدالت شونتیا ته سترگې پر لار یو

 

سریزه

د عدالت پلي کول د بشریت یوه ارزښتمنه هېله ده او پوره کېدو ته یې ډېرې قربانۍ ورکړي او دا لړۍ لا غځېږي. نوی کهول مو هڅه کوي چې له هېواده د بې عدالتۍ جرړې راوباسې او داسې یو عادلانه ټولنه جوړه کړي چې نړیوالو ته بېلگه وي؛ نو موږ د ځوانانو د اندیزې هیلې د پوره کولو لپاره، د عدالت پلي کولو په باب د یو مسلمان اندیال – متفکر یوه نظریاتې ویینه وړاندې کوو، چې ښایي درته گټور وي.

 د عدالت شونتیا ته سترگې پر لار یو

” له یوې مودې راهیسې له عدالت مسالې سره لاس و گرېوان یم، په اړه یې سوچ کوم او په باب یې د اوسنیو او پخوانیو اندیالانو – متفکرینو نظریات راسپړم. له څه مودې راهیسې دې پایلې ته رسېدلی یم چې ښايي د ازادۍ پر مسالې مې یو اړخیز ټینگار گټور نه و، یعنې نیمگړتیا یې درلوده، چې دا باید د عدالت په هر اړخیز اوڅارولو جبران کړم.

ازادي هر څه چې  وي، د عدالت له حسناتو ځنې یوه حسنه ده او کله چې عدالت په خپل هر اړخیز مفهوم خپور شي؛ نو ازادي به هم په خپل غېږ کې راونغاړي؛ ځکه له عدالته په هر تعریف به، نهایتا د ازادۍ قصې ته هم ور ورسوو. که عدالت د پخوانیو نظریاتو موافق، د حقوقو ورکړه تعریف کړو، په دې حال کې، ازادي هم د انسانانو له حقوقو ځنې یو حق دی او عدالت یې رانغاړي.

 که ازادي، برابري تعریف کړو، یا لږ تر لږه په مساوي فرصتونو کې برابري د عدالت یوه له وزلو وبولو، بیا به هم د عدالت له برخو ځنې وي؛ نو ځکه لږ تر لږه له تیوریک اړخ، تر یو بریده د عدالت او ازادۍ ترمنځ تړاو څرگند شو؛ یعنې په هیڅ توگه ویلای نشو چې عدالت له ازادۍ څه کموي یا ازادي د عدالت چاړه پڅوي او یو د بل پر ضد را پاڅېږي یا فتوا ورکوي؛ بلکې اپوټه، ویلای شو، یو له بل سره د کل او جز تړاو لري؛ یعنې عدالت یو کل دی چې ازادي یې یو جز گڼل کېږي او دواړه یو موټی سوله ییز ژوند غځوي. له آره باید یو عادل واکمن، د عدالت په حکم، ازادي هم ورکړي. که ازادي نه وي، عدالت نیمگړی دی.

موږ عدالت ته څوبمن – لېوال، مینوال  او اړمن یو. انسان د انسانیت په حکم، ددې ښکلي او شریف چار په اړه بې اعتنا کېدای نشي؛ خو له دې سره سره له تعریفه یې تښتي او په عملي کولو کې یې پښه ښوییږي؛ هم یې تعریف ستونزمن دی اوهم یې پلي کول، نو ځکه هغوی چې له عدالت سره لاس و گرېوانېږي او د عدالت غوټه پرانځي؛ نو له درانه او هیبتناک چار سره مخ دي.

پوښتنه دا ده چې ولې د عدالت پوره عملي کېدنه ستونزمنه یا ان نا شونې ده؟ د معرفت په ډگر کې څلور مهم مطلوب او مقولې لرو، چې په عین درنښت کې، بې نښې او بې نښانه دي؛ د سیاست او اخلاقوعالمان د عدالت او عدالت پلي کولو په پوهېدو پسې دي.

فیلسوفان، په تېره ما بعدالطبیعه (له طبیعت وراخوا) فیلسوفان د شیانو د منځپانگو د راسپړلو په لټه کې دي. د تجربي علومو عالمان، د طبیعت د قوانینو د راسپړولو په هڅه کې دي او اهل مانا (مانا وال) یعنې هغوی چې د متن له پوهېدو او فهم سره سروکار لري، مانا د رابرسېرلو په هڅه کې دي. څلور مهمې مقولې: عدالت، منځپانگه، قانون او مانا. کله چې یو کتاب لولئ، په تېره د سترو فیلسوفانو یا پېغمبرانو د آثارو متن چې لولئ، حقیقتا په دې لټه کې اوسئ چې پر مانا یې پوه شئ. کله چې د نړۍ ښکارندو – پدیدو ته په عالمانه سترگو وینئ؛ نو د طبیعت د رښتینو قوانینو د راسپړلو په لټه کې یاست او که سیاستپوه یا د اخلاقو عالم یاست، د عدالت رابرسېرولو او که فیلسوفان اوسئ، د ماهیت او منځپانگې د معلومولو په لټه کې یاست خو دا یو هم څه نښه نه لري. د معرفت او د انسانانو د ادراکي قوې عجیبه طنز دا دی چې تراوسه یې حقیقت ته کومه نښه پیدا کړې نه ده؛ یعنې ان که موږ حقیقت ته ورسو، بیا هم نه پوهېږو ایا دا هماغه حقیقت دی چې په لټه کې یې گرځېدو او ورکه مو وه یا کوم بل څیز دی. د حافظ په وینا:

با هیچ کس نشانی زان دل ستان ندیدم ـــ یا من  خبر ندارم یا او نشان ندارد

د تجربي علومو عالمان د تایید او استقرار (Confirmation) په لټه کې دي او د حقیقت نښه یې بولي؛ خو پوهېږي شونې ده ان ډېر تایید شوي نظریات او تیورۍ باطلې وخېژي؛ ځکه حقیقت ته غوڅې نښې نښانې نه لرو.

په تېرو کې عالمانو مو په بداهت ډډه لگوله او گروهن ول چې بداهت، د حقیقت یوه نښه ده. که کوم څیز بدیه و، پوه شئ چې حقیقت دی، خو له پېړیو مخکې دا خبره ډانډس شوې ده. ډېری چارې مخکېنیو ته نوې برېښېدې؛ “فرانسیس بیکن” ویل، نوې خبره وه چې ځمکه ساکنه او ولاړه ده؛ خو له بداهته ولوېده. موږ د حقیقت په لټه کې یو؛ خو حقیقت نښه نه لري. عین همدا مطلب د مانا په باب هم ویلای شو.

قرآن کریم، د رحمن بابا دېوان، د حافظ دېوان یا په اپلاتون او ارسطو پورې اړوند متون لولو چې د متن حقیقي مانا راوسپړو ولې لومړی متن، حقیقي مانا لري؟ دویم که په متن کې حقیقي مانا پرته وي ایا څه نښه لري چې له مخې یې پوه شو حقیقي مانا ته وررسېدلي یو؟ دباندې دغسې یو څیز نشته؛ ځکه که وای، د مانا موندلو پر سر به دا گردې شخړې او لانجې نه وای. د منځپانگې په باب د فضا د خړپړتیا له وجهې لانجې تر دې ډېرې دي.

په عدالت کې هم پېښه همدغسې ده. له تېر نه تر اوسه د فیلسوفانو نظریاتو ته په ورکتو مومو، چې په دې وادۍ کې بیا هم بې نښې یو. پر لار روان یو او کله نا کله مو تېروتنې سموو؛ خو دا چې پوه شو کله حق ته وررسېدلي یو، بې برخې یو. هو، له سلبي اړخ مکلفیت ټاکلای شو؛ خو د سلب او ایجاب ترمنځ ډېر واټن دی؛ یعنې ان که د حقیقت نښه ونلرو لکه پوهېږو که یو څیز د تناقض درلودونکی وي، حقیقت نه دی؛ ځکه سلبې نښې راسره شته؛ خو ایجابي نه.

دا ړومبۍ ګوتڅنډنه – اخطار ده چې باید د معرفت په نړۍ کې یو مخې عاجز او خاکساري اوسوو. که فیلسوفي کوو، که کوم متن لولو او د نهایي او واقعي مانا په راسپړلو پسې اوسوو، که د قانون په لټه کې یو عالم یا یو عدالت لټوونکی اخلاقي عالم اوسوو.

اوس پردې بوختېږو چې ولې د عدالت مساله دومره لانجمنه ده؟ د دوستانو په یوې ناستې کې دا پوښتنه اوڅار شوه چې “آیا فقه شونې ده؟” دا پوښتنه یوه ایمانوویل کانټي نسب نامه لري. په فلسفه کې د کانټ پوښتنه، په اپیستمولوژي (Epistemology) کې دا وه، چې علم، تر څه شرایطو لاندې شونتیا مومي؟ څنگه شونې ده چې نړۍ وپېژنو. تر کانټ مخکې فیلسوفانو تقریبا دا مساله مفروغ عنه او بدهیهي نیولې وه؛ یعنې گروهن ول نړۍ چې پېژندونې ده؛ نو راځئ چې راولاړ شو او و یې پېژنو.

خو کانټ ته دې پوښتنې، دغسې اسان ځواب نه درلود؛ نو ځکه دا پوښتنه قوي ورته مطرح وه چې علم څنگه شونی دی؟ څنگه له دباندنۍ نړۍ او واقعیاتو معلومات ترلاسه کړو او تر څه شرایطو لاندې دا معلومات رادبره کېږی اوڅه محدودیتونه لري؟ اورښاد علامه اقبال لارهوري “په اسلام کې د دیني اند بیارغاونې” په کتاب کې “ایا دین شونی دی؟” تر نامې لاندې یو څپرکی لري. دا هم څړبنه پوښتنه ده؛ خو بیا عمومو دیندارانو ته یو مفروغ عنه پوښتنه ده.

نه پوښتي خپله دین کوم مدعیات چې لري، شوني یا محال (ناشوني) او د اگزیستانسیالست فیلسوفانو په وینا، نا معقول (Absurd) دي که نه؟ پر همدې قیاس او پرتلنه فقه هم ایښووای شو او پوښتو، چې ایا د فقې علم په نامې کوم علم رادبره کېدای شي یا نه؟

همداراز د اخلاقو علم اوڅاروای شو او نور ډېر علوم او مقولې. ښایي له فقې پوښتنه یوه مبهمه پوښتنه وي او باید راوسپړل شي، او راسپړنه یې دا ده ایا فقه د یو علم په توگه چې دنیوي او هم اخروي نېکمرغۍ مو چمتو کړي، شونی دی یا نه دی؟ د غونډې دوستانو ته مې ځواب دا و، چې فقه شونې نه ده او دغسې یو علم رادبره کېدونی او عملي کېدونی نه دی. فقه یوه دنننۍ ستونزه لري چې د زوکړې او تکوین یې خنډ ده. په واقع کې د فقې علم یا پوخ دنیوي دی یا پوخ اخروي دی او یا شتون نه لري؛ یعنې درېیم کوم څیز ورته د فرض وړ نه دی. په بله وینا هغه علم چې په آن واحد کې، یو ځای او یو د بل پر وړاندې، هم د آخرت نېکمرغي ټاکي او هم د دنیوي آبادۍ مکلفیت په گوتو کوي؛ نو دغسې علم به د عمل په ډگر کې په ټپه ودرېږي او له علم والي او شتونه به یې راوغورځوي. ولې دغسې ده؟ ایا دا یوه خوشې دعوا ده؟

نه، د غزالي په تعبیر د حقوقو او فقې، مهمترینه ونډه، د خصومت او دښمنۍ هواری دی. تر هغې چې خلک یو له بل سره په سوله کې ژوند کوي قانون ته څه اړتیا نشته. کله چې لانجه پیدا کېږي یا ان د لانجې احتمال وي. دې علم ته اړتیا پیدا کوو، ورځوو چې قضاوت را ته وکړي. فقه اجارې، بیع، سوداگرۍ او میراث ته قوانین لري. دا قوانین دې ته نه دي چې په کولو یې یوازې ثواب مو وشي؛ بلکې ټولنیزو او بشري ستونزاوارۍ ته دي. خو که دا علم د اخروي ملاحظاتو له ټولنیزو ستونزو سرغاړی وکړي، ددې علم په گټورتوب کې له شک او ستونزو سره مخېږو.  یوه ډېره ساده بېلگه، خبره له لانجې بڼې راوباسي: نن مو عموم فقهاء یوه خوله دي، دا ټاکلی مقدار زکات چې نهه گونو مواردو لگېدلی، اقتصادي ستونزې نه هواروي؛ نو دلته د یو فقیه په توگه څه کار کوې؟ یا باید ووائي چې احکام عملي کوو، ان که ستونزې مو هوارې نشي په عوض کې، آخرت به مو آباد شي. یا دا چې دنیا ته څه سوچ وکړئ او ووائي چې په اخروي ملاحظاتو پورې کار نه لرو، زکات او خمس (پینځمه) باید داسې تنطیم کړو چې اقتصادي ستونزاواری وکړي؛ یعنې نه پرېږدو چې د خفیه مصالحو او جلیّه مصالحو تر منځ ټکر را د بره شي. دا د فقهې عین دنیوي کول دي؛ یعنې نور نه وایو چې موږ په ټولنیزو احکامو کې، څه خفیه مثالح لرو چې نه پوهېږو څه دي؛ خو په عین حال کې باید دا ټولنیز احکام مراعات کړو که څه په دنیوي زیان مو پای ته ورسي.

هو، فقه یا پخه دنیوي ده، یعنې سل په سلو کې یې ددې دنیا مصالحو او گټو ته ور پام دی او ددې دنیا د گټو په پامنیوي انعطاف او اجتهاد پکې کوي، یا نورو مقاصدو ته یو علم دی چې هډو نباید غوټه پرانستی او د ستونزو هواروونکی علم یې ونوموو، یو سل په سلو کې اخروي علم دی چې اصلا په دنیا پورې مو څه کار نه لري او وایي ځلن ته یو دنیوي نظام جوړ کړئ، د فقې لارښوونې هم عملي کړئ، چې په بله نړۍ کې ثواب درکړي. خو ددې دواړو یو ځای کېدنه چې په پیل کې یو ډول ځیرکي په نظر را رسي، یو ناشونی چار دی.

د حقوقو په علم کې، باید هغه مصالح او بنسټونه چې خپل احکام پرې جوړوو پوره څرگند وي؛ یعنې باید پوه شوو څه ته یې کاروو او کله هم که مطلب ته و نه رسېدو؛ نو هله باید قانون بدل کړو؛ ځکه قانون خود په خوده مطلوب نه دی؛ بلکې د ستونزاوارۍ او غوټه پرانستنې په پار مطلوب دی. که یو لړ ملاحظات وي چې پر موخه او گټو یې و نه پوهېږو؛ نو په حقوقي او فقهي اجتهاد کې به لازم انعطاف او نرمښت را نه وغواړي او د فقې او حقوق علم به پر کم حاصله علم واړوي. پر همدې مقیاس او پرتلنې، دا حکم، دقیقا د اخلاقو په علم کې هم روان دی. اخلاق یا پاخه دنیوي دي یا پاخه اخروي دي. او د اخلاقو هغه علم چې دواړه اړخونه رانغاړي، په هماغه دلیل چې د فقې په اړه مې وویل، شتون درلودای نشي. البته دنیوي کېدنه به د اخلاقو علم ته هیڅ ستونزه رادبره نه کړي؛ بلکې پیاوړی او گړندۍ به یې هم کړي او له لاسونو او پښو به یې یو لړ زولنې او ولچکونه ایسته کړي.

د دنیوي اخلاقو علم؛ یعنې د اخلاقو هغه علم چې زموږ د دنیوي ژوند د اخلاقي اړتیاوو چوپړیال دی. اخلاق، په ژوند کې ستره ونډه لري. قانون په حقیقت کې لږ تر لږه د هغو اخلاقو متضمن دي چې په ټولنه کې ورته اړتیا لرو، داسې چې تر دې کم یې نه په کارېږي، دا اندازه لازموو او قانوني واک ورکوو او سرغړونکیو ته، مجازات ټاکو. خو اخلاق په قانون کې نه رالنډېږي، لمن یې پراخه ده او لکه څنگه چې د اخلاقو عالمانو استدلال کړی، گرد سره اخلاق قانون ته ورسپارلای نه شو؛ ځکه په دې وخت کې به هم قانون له منځه ولاړ شي او هم اخلاق. قانون یو ډول اجبار او زور لري چې له اخلاقو اختیاري کړنو سره په ټکر کې دي. باید په لنډو ووایو، د قانون په درلودو له اخلاقو مړه خوا نه یو او اخلاق د ټولنو په تنظیم او سمون کې د یوې برخې ژمن دی او تر سره کوي یې هم، چې قانون یې نشي کړای.

په حقیقت کې په نوې نړۍ کې د سکولارېزم یوه له ماناوو ځنې همدا ده؛ یعنې کله چې د سکولاریته کلمه اورئ، له سیاسته د دین د بېلتون په سوچ کې نشئ، دا یې یو فرعي حاصل او یا ددې چار یوه څانگه ده د سکولارېزم دقیقه مانا؛ په اخلاقو، حقوقو، سیاست او ….. کې دنیاویت او د دنیاویت عملي کېدنه ده.

 د اخلاقو هغه علم چې په آن واحد کې، دواړه دنیاوې یو دبل پر وړاندې تنطیم کړي، یوه به هم تنظیم نه کړي. د حقوقو هغه علم چې  په آن واحد کې، پر دواړو دنیاوو ناظر او څارن دی او په آن واحد کې د دواړو تنظیمول غواړي، یوه به هم تنظیم نه کړي، په داسې حال کې که دویمي د لومړنۍ، یا لومړنۍ د دویمي ایل کړئ، دواړه درلودای شئ؛ خو دواړه د یو بل پروړاندې ایښوول به ، کار ناشونی کړي؛ نو ځکه کومه پوښتنه مې چې اوڅآر کړه چې ایا فقه شونې ده، ځواب یې دادی چې هو، فقه شونې ده، په دې شرط چې پوره دنیوي وي یا پوره اخروي وي؛ خو د دواړو د یو بل پر وړاندې یو ځای کونه ناشونې ده.

په همدې توگه، اخلاق هم شوني دي په دې شرط چې یا پوره دنیوي وي یا پوره اخروي وي او ناشوني ده که وغواړي دواړه دنیاوې یو د بل پر وړاندې کېښوول شي. که یوه د بل ایل او تابع کړئ، بیا هم شونې ده دا ځکه چې په دې حال کې موږ دوه څېزونه نه لرو؛ بلکې یو له بله راوځي. تاسې د هر یوه مکلفیت معلوم کړئ؛ نو د هماغه ورپسې چار مکلفیت به مو هم څرگند کړی وي؛ نو ځکه دلته به له یوې منظومې او ټولگې سره مخ یاست چې حکم له لومړی نه دویمي ته ورخوځي او سرایت کوي. او تاسې په مستقل ډول د ورپسې (تبعی) چار غم نه خورئ، لومړنی او آریز تنظیموئ، ابادوي یې او ډاډمن اوسئ چې ړومبی نظم به دویمی ته هم ولېږدول شي او خپلې موخې ته به ورسئ. ښه څه مې چې دلته وویل د سریزي په توگه وو.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا “عدالت” شونې دی؟ جواب دا دی، چې عدالت څه وگڼو او په کوم نن پورې یې اړوند وبولو؛ خو؛ البته عدالت غوښتنه، یو اخلاقي ارزښت دی؛ خو دا د عدالت له مفهوم سره توپیر لري، باید یو له بله یې جلا کړو.

تاسې د یو انسان په توگه، که دیندار یاست یا بې دینه، اخلاقا باید عدالت غواړي اوسئ، باید له ظلم سره مبارزه کوونکي یاست، خبره خو دغسې ده؛ خو دا چې خپله عدالت څه دی او ایا له اخلاقي ارزښتونو یو ارزښت دی که نه، دلته باید خبره پرې وشي. په نظر مې عدالت، له اخلاقي فضایلو کوم فضلیت نه دی. رایه مې دا ده چې د عدالت په نامې کوم فضلیت، یو زاید چار دی.

موږ د اخلاقو د علم او اخلاقي فضایلو په درلودو، عدالت لرو؛ یعنې د اخلاقي فضایلو ټولگه عدالت دی او په اخلاقي فضایلو سربېره، کوم بل فضلیت نه لرو چې نامه یې عدالت وي. په واقع کې څوک چې په اخلاقي فضایلو متخلق او پسوول شوی و؛ نو عادل ورته ویلای شو. په دې مانا عدالت، د نورو اخلاقي فضایلو تر څنگ یو فضلیت او پر دوی ور زیات (یو څیز) نه دی؛ بلکې عین د فضایلو ټولگه ده، په بله وینا علت د هیڅ طبیعي فعل او کړو وړو نامه نه ده (لکه خوراک، وېدېدل، منډه او …..) بلکې یو عنوان، صفت او ځانگړنه ده، چې هر طبیعي فعل پرې پسولېدای شي لکه عادلانه خواړه لرو او ناعادلانه خواړه لرو. عادلانه خبرې کول لرو او ناعادلانه هم او ….. خو؛ پوښتنه دا ایا عدالت شونی دی که نه، بیا ځلي همدې ځای ته ورگرځي.

ایا عدالت هغه مفهوم کېدای شي، چې دواړو دنیاوو ته مو کارسازی وي یا عدالت هم د اخلاقو او فقې په څېر پر مقولاتو وویشو، چې کوم عدالت دلته پکارېږي او کوم عدالت هلته او کوم عدالت د ځینو په خیال، د دواړو دنیاوو پکارېږي. دا درېیمنی ناشونی دی؟ خو له دې دواړو هره یوه مقوله، شونې ده؛ یعنې لږ تر لږه له نظریاتي او تیوریک پلوه تناقص نه لري او د ځان په نفې پای ته نه ور رسي. دې دنیا ته د عدالت لازمه ــــ په نړ ۍ کې د ژوند سنبالنه چې خوندور او انساني شي او د انسان طبع، مزاج او وجدان یې خوښ کړي او سم یې وبولي ـــ دا ده چې انسانان خپلو حقوقو ته ورسي؛ خو که تاسې دیوې اخروي ملاحظې په پار، څوک په نړۍ کې له یوه حقه بې برخې کړئ، چې په هغې دنیا کې نعمت تر لاسه کړي دا ناشونی او ناکېدونی عدالت دی.

لکه چې ومو ویل که د عدالت تعریف، د حقوقو ورکړه وي؛ نو باید په دنیا کې د انسانانو حقوق داسې تعریف کړئ چې هیڅ اخروي ملاحظه یې ضایع نه کړي او د نابرابریو جبران بل ځای ته حواله نه کړي. دا ټکی له تیوریک پلوه فوق العاده مهم دی په تېره د دیندارانو په نړۍ کې. دینداران په دې پار چې د دواړو دنیاوو د ژوند اندېښمني لري ــــ او په حق یې لري ـــ او غواړي دا او هغه دنیا یې آبادې وي، کله د مغالطې او تېروتنې ډڼد ته ورلوېږي او انگېري چې دا دنیا او هغه دنیا یوه کاسه کړي او گډه وتلار – حلا لار راوباسي. په دقیقه څېړنه کې داسې یو څیز، د څېړنې زور راوړی نشي او نړېږي. موږ باید له حقوقي پلوه دنیا داسې تنظیم کړو چې ته وا یوازې په همدې دنیا کې ژوند کوو او بله نړۍ نشته، بلې نړۍ ته هم کړلار جوړوو او په سوچ کې یې هم یو؛ خو حسابونه یو له بل سره نه گډوډوو چې دواړه له لاسه ور نه کړو.

نو دا پوښتنه چې “آیا عدالت شونی دی” اوس داسې څرگندوم چې “آیا هغه عدالت چې یوه دنیا پر بلې دنیا لگوي او څه چې دلته لا لاسه ورکړي، په هغې بلې کې به یې ترلاسه کړي، شونی دی؟” نه، شونی نه دی. دا هډو عدالت نه دی. دا، بې عدالتي ده او د عدالت له هیڅ تعریف سره اړخ نه لگوي؛ خو هغه عدالت چې یوازې دا دنیا په پام کې نیسي او په دې دنیا کې د ژوند ښه کولو ته هڅه کوي او تیوري ورکړي، البته دغسې یو څیز شونی دی او حکیمانو د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه نظریات ورکړي وو او نسبي بریاوې هم ترلاسه کړي، که څه د عدالت بې نښې قضیه دا پوره بریا ناشونې کوي.

تر دې ځایه مو د عدالت نظریاتي ستونزه اوڅار کړه؛ اوس د عدالت عملي ستونزې ته ور مخېږو او پوښتوو ولې په عمل کې د عدالت پلي کول سخت دي؟ ولې د عدالت پلي کول څنگه جې برېښي، اسان نه دي؟ په حقیقت کې، دا یو مهم سوال دی دا ځکه، که عدالت یو ورکنامی چار وای، که یوه نامطلوبه متاع وه او ډېر څوبمن – لېوال او عاشقان یې نه درلودل، ویل  مو چې هومره هېښنده یا عجیبه څیز نه دی؛ خو څه چې دا دومره پلویان لري او گرد له زړه څخه د عدالت مینوال دي؛ نو ولې په نړۍ کې کمیاب دی؟

 دوه دلایله درته وایم، چې د سوچ وړ دي او څه رازده کوي. د ټولنیز عدالت په اړه د لیبرالانو او په سر کې یې د آلماني ستر اقتصاد پوه فردریک فون هایک (۱۸۹۹-۱۹۹۲) منطق دا دی، چې ټولنیز عدالت یوه افسانه ده، چټیات دي او هیڅ مانا نه لري “هایک” یو فیلسوف ډولی اقتصادپوه تیوریسن و او خبرو یې په لویدیځ کې ډېر اغېز درلود، په دې پار چې د اقتصاد له علم ور هاخوا یې هم لیدل او له یو شمېر فلسفې دریځونو یې حرکت کاوه چې خپل اقتصادي نظریات عملي کړي. “ولې سوسیالېزم ناشونی دی؟” یوه مقاله لري. په همدې مقاله کې ټولنیز عدالت نفې کوي او محال والي ته یې دلایل راوړي او څرگندوي چې ولې دا چار بیخي ناشونی دی او نباید په لټه کې یې اوسوو. د رای لنډیز یې دا دی؛ یو لړ څېزونه دي چې یا خود په خوده شته، یا که نه وي، موږ یې رابره کولای نشو؛ ځکه که وغواړو رابره یې کړو، را نه تښتي او محوه کېږي. په بله وینا یا طبیعي زیږیږي یا د سزارین له لامله مري؛ نو یوازېنی لار دا ده چې یوې څنډې ته ودرېږئ، مازې نندارچي اوسئ، په چارو کې بیخي لاسوهنه او تصرف مه کوئ او پرېږدئ چې ماشوم پخپله وزیږیږي، وده وکړي او لویی شي. ساده بېلگه یې، سیوری دی، دلته چې ناست یم، سیوری، مې شاته دی. که مخ واړوم چې یې وگورم، سیوری مې گرځي. چې ترې غافل یم. شته؛ خو ور مخه کوم و یې وینم شته که نه، را نه تښتي.

مولانا بلخي په شمس دیوان کې، یو لطیف غزل لري چې ځینې څیزونه شته چې په لټه کې یې شئ؛ نو ور څخه تښتي:

بگیر دامن لطفش که ناگهان بگریزد ــــ ولی مکش تو چو تیرش که از کمان بگریزد

چه نقش ها که ببازد چه میله ها که بسازد ـــ به نقش حاضر باشد ز راه جان بگریزد

بر آسمانش بجوی چون مه ز آب بتابد ـــ در آب چون که در آیی، به اسمان بگریزد

چنان گریزد از تو که گر نویسی نفشش ــــ ز لوح نقش بپرد زدل نشان بگریزد

“هایک” گروهن دی چې کټ مټ ټولنیز عدالت دغسې یو څیز دی. له نظره یې عدال یو خود جوش نظم دی. خود جوش نظمونه د ژبې او فرهنگ په څېر، څېزونه دي چې پخپله، پیدا کېږي، پخپله په ټولنه کې راټوکېږي او زرغونېږي، د چا په ارادې، کنترول، کابو کونې او څارنې پورې تړاو نه لري او بلکې یو شمېر یې داسې دي، که د رادبره کېدو هوډ یې وکړئ، له منځه ځي؛ نو پرېږدئ پخپله پیدا شي.

نوموړی گروهن دی ټولنیز عدالت په تېره کله چې له پاسه، طرح او په ټولنه کې ورترزیق شي، پایله به یې بې عدالتي شي او تر اوږدو څرگندونو روسته پایله اخلي چې سانترالېزم ـــ یعنې د چارو ناظم او سبالوونکی مرکزیت ـــ به د عدالت پر ضد واوړي؛ نو ځکه هایک په ټولنه او اقتصادي بازار کې لیبرالي نظم، د انساني ټولنې طبیعي وضع او اقتصادي  نظام بولي. او هر ډول دولتي لاسوهنه د ځان پر ضد پای ته رسېدونکي گڼي او د ټولنیز عدالت د راوستو په هوډ، د ټولنیز عدالت راوستل، یو محال چار گڼي. په نظر یې  د ټولنیز عدالت د رادبره کېدو لپاره له دې ټولو کړلارو سره سره، ټولنیز عدالت رامنځ ته شوی نه دی، چې لامل یې همدا کړلارې جوړول دي.

د “هایک” دلیل دا دی چې په یو بازار او یو اقتصادي نظام کې په ظاهري او باطنې بڼه مالومات شتون لري چې اقتصادي کارگران او فاعلان په دې مالوماتو بازار تنظمیوي. یو معمولي کاسب ډېر مالومات لري، شوني ده دا مالومات فرموله نشي کړای چې در یې کړي؛ خو پوهېږي چې په بازار کې څه تېرېږي. ددې مالوماتو ټولگه ده چې بازار تنظمیوي او طبیعي نظم یې رادبره کوي. نوموړی زیاتوي، له یوه مرکزي ټکي، د بازار سانترالېزه  او تنظیمونه، محال ده. ځکه په یوه ټکي کې ددې ټولو مالوماتو را ټولونه، محال ده. هیڅ مرکزیت دا ټول اقتصادي مالومات ـــ چې د اقتصادي فاعلانو په ټولگه کې خپاره دي ـــ درلودای نشي او ناچار ددې ټولگې په تنظمیولو کې بېوسی کېږي.

د “هایک” په استدلال کې مهم ټکی دا دی چې پر “مالوماتو” یې ډېر ټینگار کړی دی، دا استدلال یې که سم وی یا نه وي؛ خو دا چې په بازار کې یې د شتو مالوماتو پر عنصر ډډه لگولې، په گومان مې مهمه ډډه لگونه ده.

د عدالت د عملي کولو د سختوالي دویم دلیل دا دی، عدالت چې هر څه وي او هر تعریف چې لري ـــ ځان په یو ځانگړي تعریف کې نه را ایسارووـــ عملي کول یې زموږ له نورو مالوماتو سره تړاو لري. دا تر یو بریده د “هایک” له خبرې سره ورته والی لري؛ خو البته عین خبره نه ده.

له آره ټول یا ډېری اخلاقي ارزښتونه د نړۍ په اړه زموږ له نورو مالوماتو سره تړاو لري. دا هماغه څه دي چې “جان راولز” یې د یو ټولنیز عنوان تر نامې لاندې څرگندوي چې مالومات په گردو حوزو او برخو کې یو له بل سره سنجول شوی انډول لري؛ یعنې یو بل مقید او مشروطوي، برید او محدوده یې ورټاکي. دا حکم په “اپیستمولوژي” کې د “سازگار پالۍ = Coherentism” له نامې سره پوره اړخ لگوي.

 په ساده بېلگو دا مانا روښانه کولای شو. لومړی په غبرگونونو، قضاوتونو او چلن کې مو واقعا مالومات ښکاره او اغېز لري. څوک چې په هر څه پوهېږي، تعجب نه کوي، او نه خاندي، موږ پر چارو د نه پوهېدو په پار خاندو همدغسې غم و خپگان دی. بیا له مخکې پر هر څه پوه شئ نه خپه کېږئ. لږ مخکې ولاړ شو چې اخلاقي مسالو ته ورسوو. رښتیا او دروغ. رښتیا ویل ښه دي او دروغ ویل بد دي. بیا فرض کړئ چې پر هر څه پوه شو؟ اصلا دا حکم بې موضوع کېږي. دروغ ویل بد دي؛ دا ځکه چې موږ او تاسې  د یو رښتیا له پوهېدو بې برخې کوي او شونې ده چې ددې دروغو له مخې داسې اقدامونه وکړو چې کله مو په زیان پای ته رسي؛ خو فرض کړئ زه پر یوه مطلب پوهېږم، که تاسې رښتیا را ته ووایئ یا دروغ، ما ته چې پوهېږم د مطلب حقیقت څه دی، اغېز به راباندې و نه لري او څه گټه او زیان به و نه لري. که فرض کړو زموږ د ټولو مالومات ډېر شي؛ نو په دې حال کې هډو د رښتیا ویلو حسن او د دروغ ویلو قبح، رو رو بې موضوع کېږي. په دې حال کې که دروغ ووایئ؛ نو بې اخلاقي نه ده؛ ځکه چا ته زیان نه رسوي. خواله چې اوس یوه له اخلاقي فضایلو ده، بیا یې حکم بدلېږي او همدغسې در واخله.اخلاقي فضایل او رذایل، چې کله یې دغسې مطلق فرضوو، د انسانانو د مالوماتو په کچه، پوره خپل وضعیت بدلوي. کله بې موضوع کېږي او کله یې ارزښت یو له بل سره برابرېږي.

 په واقع کې د انسان د ژوند جامه نه یوازې د انسان د پوهې په قامت؛ بلکې تر دې ډېره یې د ناپوهۍ په قامت ده. د بشر تاریخ د بشري معرفت د پېرونو له مخې ویشلای شو. له هغې زمانې چې انسانانو، عملي معرفت تر لاسه کړی، اصلا ژوند د ځمکې پر مخ بدل شوی. موږ بشري تاریخ په لویه ویشنه کې، بشر ته دوه ستر پېرونه لرو: له تجربي علومو مخکې پېر او ترې را روسته پېر. تاریخ ښيی چې څنگه، مالومات او بشري پوهېدنې د بشر د ژوند پر وضعیت اغېز کړی دی. البته مطلب یوازې دا نه دی چې خپل کورونه بل ډول ساز وي یا د بشر جامو او څپلیو تغییر کړی دی. تر دې ور ډېرې اغېزې دي، د بشر اخلاق او  دیني پوهېدنې هم بدلې شوي دي؛ یعنې نه یوازې زموږ دباندیني مالومات، د دین په پوهېدو کې اغېز پرېباسي؛ بلکې زموږ بهرني اخلاقي مالومات هم زموږ په اخلاقي فضاوت کې اغېز پرېباسي، او دا ټول یو له بل سره پوره معرفت پېژاندی دقیق تړاو لري.

اوس مې چې دا ستره جغرافیا درته انځور کړه څنگه ویلای شو چې عدالت استثنا دی او هیڅ نوي مالومات پکې اغېز نه شیندي او تل په یو ډول پاتېږي. په واقع کې په هره برخه کې چې نور مالومات تر لاسه کوئ ، ان په تجربي علومو، طبیعت پېژندو، فلسفه، دین او ……….. کې له عدالته مو پوهېدنه او هم د عدالت د علمي عملي کولو شونتیا، تر اغېز لاندې راولي؛ نو ځکه په رښتیا د عدالت عملي کول سختېږي. یوازې په دې سوچ وکړئ چې څومره د یوه تورن په اړه ډېر پوره او مالوت تر لاسه کړئ؛ نو د عدالت پلي کولو شونتیا به ډېر کړئ. (په دې باب وگورئ: د عدالت عملي کولو ته د سمو مالوماتو تر لاسه کونه).

تل باید فکر وکړو چې د مالوماتو په کومه برخه کې عدالت عملي کېږي؟ څومره پوهېږو چې عدالت عملي کړو؛  که توزیعي او ټولنیز عدالت وي یا قضایي؛ نو ځکه موږ د حرکت په حال کې یو کاروان یو، داسې کاروان چې تل نویو منزلونو او پړاوونو ته ور رسي او نوی موقعیت پیدا کوي او  البته مقصد هم ډېر لرې او ناپايښته دي. موږ څه  د “هایک” استدلال ومنو یا نه، په دې مساله کې شکمنېدای نشو چې تر ډېره بریده پر عدالت پوهېدنه او عملي کېدنه په تجربي او فلسفي مالوماتو پورې اړوند ده؛ نو ځکه هیڅ وخت په رښتیا ډاډمنېدای نشو، چې آیا په یوه ځای کې مو، د عدالت حق پوره کړی که نه. دا گرد سره دلایل مې چې وویل، که له نظري پلوه وه یا له له علمي پلوه، وینئ چې لار سخته ده. سره له دې چې پر دې لار سختې ستونزې دي او سره له دې چې عدالت دومره جفاگانې، ناز او بې وفایۍ کوي؛ هم له نظري اړخ را نه تښتي او هم په عملي توگه سختي راسره کوي؛  خو بیا هم له گرېوانه یې لاس اخستای نشو؛ ځکه د حضرت علي (ک) د وینا له مخې که عدالت تنگ دی؛  نو بې عدالتي خو تر ډې خورا تنگه ده؛ تر دې بل ارت ځای نه موندل کېږي او له عدالته تېښته به مو ډېر تنگ ځای ته ورکاږي؛ نو ځکه په هر حال، برخه او نصیب مو همدا دی او باید په همدې حوزه او کړۍ کې لا ښه ډېره روشنگري وکړو.”

ځوانانو! له دې څېړنې در معلومه شوه چې په ټولنه کې د عدالت پلي کول څومره هر اړخېزه مالوماتو ته اړتیا لري، تش په خوله ویل عدالت راوړای نشي، د اقتصاد و سیاست، ارواپوهنې او …… په اړه دقیقه پوهېدنه مو په دې باب لاسنیوي کړای شي؛ نو ځکه پاک نیت د علمي کادرونو درلودل، د نړۍ له تجاربو گټنه، د داخلي زېرمو سمه کارونه او د نړیوالو له مرستو سم کار اخستنه مو خپلې موخې ته رسوي، د هغې ورځې پر تمه چې هېواد مو نړیوالو ته د عدالت بېلگه وي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!