تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د علم فریضه دیني او غیرې دیني پوهې دا څرګندنه شوې، چې موږ ځینې پوهو ته دیني او ځینو نورو ته غیر دیني وایو. دیني پوهې؛ یعنې هغه پوهې، چې نېغ په نېغه د دین په ګروهیزو، اخلاقي یا عملي چارو پورې تړاو ولري یا هغه پوهې، چې د دین د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د علم فریضه

دیني او غیرې دیني پوهې

دا څرګندنه شوې، چې موږ ځینې پوهو ته دیني او ځینو نورو ته غیر دیني وایو. دیني پوهې؛ یعنې هغه پوهې، چې نېغ په نېغه د دین په ګروهیزو، اخلاقي یا عملي چارو پورې تړاو ولري یا هغه پوهې، چې د دین د احکامو د یادونې سریزه وي؛ لکه د عربو ادبیات یا منطق. ممکن ځینې داسې وانګېري، چې نورې پوهې په ټولیز ډول له دین سره پردۍ دي او څه چې په اسلام کې د علم د فضیلت، اجر و ثواب په هکله ویل شوي؛ نو یوازې منحصرا په هغو پورې اړه لري، چې ورته دیني پوهې ویل کېږي یا که رسول الله علم ته فریضه ویلې؛ نو منحصرا موخه یې همدا په اصطلاح دیني پوهې دي.

حقیقت دا دی، چې دا هسې تشه څرګندنه ده. له یوه اړخه دیني پوهې په لومړیو دیني متونو پورې ځانګړلي دي؛ یعنې پخپله قرآن کریم او د رسول الله او یا د ځایناستو سنت یې. په صدر اسلام کې، چې خلک له اسلام سره اشنا نه ول، پر ټولو اړین و، چې تر هر څه مخکې دا متون زده کړي. هغه وخت د کلام، فقهې، اصول، منطق او د اسلام د تاریخ په نامه کوم علم نه و. داچې په یو حدیث کې رسول الله وايي: ((انما العلم ثلاثه: اية محکمةُ و فریضه عادله و سنة قایمه[1])). غورچاڼ یې دا دی: علم د قرآن عظیم الشان د آیتونو او د پېغمبر د حدیثونو په زده کړې پورې منحصر دی، چې دا د مسلمانانو د هغې ورځې حالت ښيي؛ خو بیا مسلمانان د اسلام د اساسي قانون په توګه له دې متونو سره اشنا شول او د قرآن عظیم الشان او د آنحضرت د حدیث له مخې یې علم د یوې مسلمې فریضې په توګه وپېژانده او تدریجا تلپاتې شو؛ نو له بل اړخه هر علم، چې مسلمانانو ته ګټور وي او د مسلمانانو ستونزه هواره کړي؛ نو دا علم دیني فریضه او ديني علم دی. موږ ولې یوازې نحو، صرف او عربي ژبې ته دیني علوم وايو؟ ایا یوازې همدا لار ده، چې ګټه لري او د اسلام له موخې سره اړخ لګوي؟ موږ په کوم مناسبت د امروالقیس عشقي شعرونه او د ابونواس خمري شعرونه د دیني پوهې د زده کړې په نامه یادوو؟

ځکه د قرآن عظیم الشان د ژبې په زده کړه کې راسره مرسته وکړي؛ نو هره پوهه، چې اسلام او مسلمانانو ته ګټوره وي او ورته اړینه وي؛ نو دينې پوهې دې وشمېرل شي او که څوک پاک نیت ولري او اسلام او مسلمانانو ته د چوپړ په موخه یې زده کړي؛ نو په هغو اجرونو کې به راشي، چې د علم زده کړې ته په دې حدیث کې ویل شوي دي: ((و ان الملایکة لتضع اجنحتها لطالب العلم[2]))؛ یعنې پرښتې د پوهې د زدکړیالو تر پښو لاندې وزرې وهي؛ خو که نیت یې پاک نه وي، د هېڅ علم زده کړه، ان که د قرآن عظیم الشان د آیتونو زده کول هم وي؛ نو اجر او ثواب نه لري.

له بېخه دا وېش سم نه دی، چې پوهې پر دوو برخو دیني او غیر دیني وویشو، چې ځینو ته دا توهم راپیدا شي، چې اصطلاحا غیر دیني پوهې له دین سره پردۍ دي. د اسلام د خاتمیت او پراخوالي غوښتنه دا ده: هر ګټوره پوهه، چې اسلامي ټولنې ورته اړتیا ولري؛ نو باید ورته دیني پوهه ووایو.

د ښځې زده کړه

ومو ویل: دا موضوع به راڅپړم او هغه داچې د علم فریضه په سړیو پورې ځانګړې نه ده او ښځې هم پکې راځي؛ ځکه رسول الله وویل:((طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) د “مسلم” ويی مذکره صیغه ده او دا توهم رامنځ ته کېږي، چې د علم زده کړه يوازې په سړیو پورې اړه لري.

لومړی خو دا باید ووایم، چې د شیعه وو په کتابونو کې ځینې نقلونه شته، چې د “مسلمة” و یې هم پکې راغلی ده.

دویم: دا ډول تعبیرونه په اختصاص نه پوهېدل کېږي. “مسلم”؛ یعنې مسلمان که سړی وي که ښځه. په ټولو ځایونو کې، چې دې ته ورته تعبیر وي؛ نو همداسې عمومیت لري. د ساري په ډول: په حدیث کې راغلي: ((المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده[3])) ؛ یعنې مسلمان هغه دی، چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاسه خوندي وي. څرګنده ده، موخه دا نه ده، چې مسلمان سړی دې یوازې داسې وي او ښځه دې نه وي، یا داچې رسول لله وايي: ((المسلم اخ المسلم[4])) مسلمان د مسلمان رور دی او باید ورسره معامله او رورولي وکړي. دلته نشو ویلای، چې دا حکم یوازې د سړیو دی؛ ځکه نه یې دي ویلي: ((المسلمة اخت المسلمة))

د “مسلم” ویی دوه مفهومه لري: یو د مسلمان والي او بل د سړي والي. هر څوک پوهېږي، چې په داسې ځایونو کې جنسیت ښکېل نه دی؛ بلکې اسلامیت ښکېل دی. ان که د “مسلم” پر ځای د “رجل” و یې هم راغلې وای؛ نو د فقهاوو په څرګندنه د خصوصیت الغاء به شوې وای. په ځینو احادیثو کې د ځینو فقهي موضوعاتو په هکله د حدیث موخه سړی وي؛ یعنې امام وپوښتل شو، چې سړي داسې معامله کړی او داسې شوي او څه وکړي او امام دا مسله ځوابولي وي. فقهاء وايي: که څه، په حدیث کې د سړي و یې راغلې؛ خو په داسې ځایونو کې جنسي ځانګړنه الغاء کېږي؛ ځکه جوته ده، چې جنسیت ښکېل نه دی.

درېیم: که له دې ټولو راتېر شو؛ نو فقهاء یوه خبره لري: ځینې عمومات او کلیات دي، چې له تخصیصه ډډه لري، وینا او بیان داسې دی، چې د تخصیص وړ نه دی، داسې مطلب دی، چې د عقل له مخې د تبعیض وړ نه دی. د ساري په ډول: څه چې د علم په هکله راغلي دي؛ نو د تقوا په هکله هم راغلي دي. د علم په هکله یې ویلي:

 ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[5]= ووايه: “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))

 د تقوا په هکله وايي:

 ((أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ[6]= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي، د هغه چا غوندې يې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!))

((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ[7]= په حقيقت كې د الله تعالی پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى.))

په دې ټولو ځایونو کې صیغې مذکرې دي، نه دي ویل شوي ((أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ و المتقيات)) او داسې هم نه دي ویل شوي، چې ((إِنَّ أَكْرَمَكُمن عِندَ اللَّهِ اتقيکن)). په داسې ځایونو کې، چې صیغه او لفظ مذکر دی؛ نو ادعا کړای شو، څه یې چې د تقوا په هکله وویل، ځانګړي په سړیو پورې اړه لري او ښځې پکې نه راځي؟!

اسلام علم او پوهنه رڼا ګڼی او ناپوهي تیاره، علم سترګلید – بینايي او ناپوهي، ړوندوالی ګڼي.

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ[8])) بیا وايي: ((طلب العلم فریضة علی کل مسلم)) همدا علم رڼا اوسترګليد دى او پر هر مسلمان فرض ده. ایا قایلېدای شو، چې یوازې د اسلام له نظره یوازې پر سړیو فرض ده، چې له تیارو راووځي او رڼا ته شي او ښځې دې هماغسې په تپو تیارو کې وي؟ یوازې پر سړیو فرض دي، چې له دې ړوندوالي راووځي او ښځې دې هماغسې په ړوندوالي کې وي؟((نَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)) د عقلمنو پام خپله دې چارو ته ګرځي، په حقیقت کې وايي: دا څرګند مطلب دی او ټول پرې پوهېږي. بل آیت د رسول الله په هکله وايي: ((يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ[9]))

یعنې پېغمبر راغلی، چې خلکو ته د قرآن عظیم الشان آیتونه ووايي او روح یې تزکیه کړي او ورته د کتاب او حکمت ښوونه وکړي. په دې آیت کې تقوا او تعلیم یوځای ویل او ټول هم په مذکرې صیغې راغلي دي. داسې کېدای شي، چې” َيُزَكِّيهِمْ” ځانګړی د سړیو وي او”َيُعَلِّمُهُمُ” دې هم د سړیو وي.

که څه، یو مطلب دی، چې حتما باید وویل شي او هغه داچې څانګې دې علمي او تخصصي وویشل شي، ښځې دې هغه څانګې ووايي، چې له ذوق او استعداد سره یې برابرې وي او د ټولنې له اړتیاوو سره یې اړخ لګوي. ایا ویلای شو، چې ټولنه ښځینه ډاکتر ته اړتیا نه لري. دا هېښنده ده، چې د ښځو د ښوونې خبره کېږي؛ نو ځینې پرې کلکه نیوکه کوي او ورسره په کلکه مخالفت ښيي او همداچې اړتیا یې ورته پیدا شي، درملنې ته خپلې ښځې او لوڼې پردېو ان کافرو ته بیايي.

سپېڅلی جهاد

ددې ټولو خبرو پایله داشوه، چې په اوسني پېر کې په عمومي ښوونو کې ګډون “اوجب واجبات” دي. دا واجب یوازې د فرهنګ او فرهنګیانو دنده نه ده؛ بلکې د هر مسلمان دنده ده، که د دولت له خوا وي که د ملت له خوا، دا باید د سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي او د دین په حکم وي او دیني رنګ باید ولري؛ نو علماء باید په دې لار کې مخکښې وي او دا ویاړ دې تر لاسه کړي. مؤمنین او مقدسین دې له ښوونځي نه وېرېږي او داسې و نه انګېري، که علم راغی؛ نو دین ولاړ، دا له اسلامه یو ډول ناوړه پوهېدنه ده. اسلام داسې دین دی، چې د ناپوهۍ تر چاپېریاله د علم په چاپېریال کې ډېره وده کوي. که پوهېدای، چې ناپوهي به پر موږ او اسلام څه راپېښ کړي؛ نو له پوهې او ښوونځي نه؛ بلکې له ناپوهۍ به مو وېره او ډار درلود. کله لیدل کېږي، داچې ځینې له پوهې خپله وېره پټوي؛ نو د “سنايي” پردې شعرمنګولې لګوي:

چو علم اموختی از حرص انګه ترس کاندار شب

چــــــو دزدی بـــــا چــــراغ ایـــد ګـــزیده تر برد کالا

چې ځينې وايي، دا لیک لوستي وګوره، چې هېواد ته یې زیان تر نالوستیو خورا ډېر دی. نالوستي کوزې پټوي؛ خو دوی په میلونونو پيسې په بډو وهي.

اړنګ نشته، چې پوهه په یوازې ځان د ټولنې د نېکمرغۍ ضامن نه ده. ټولنه، دین او ایمان ته اړتیا لري او که ایمان هم پوهې ته نژدې نه وي؛ نو ګټور نه دی؛ بلکې وبال دى. نبوي حديث دى، چې: ” دوو تنو مې ملا ماته کړه: بې پروا عالم او ناپوه پرهېزګار”؛ نو ځکه اسلام نه بې دینه عالم غواړي او نه ناپوه دینوال.

داچې وایو: که غل له څراغ سره راشي؛ نو د خپل خوښې مال به له ځان سره یوسي؛ نو دا د بې ایمانه لیک لوستیو په هکله دی او پایله اخلو، چې د علم ګواښ د ناپوهۍ تر ګواښه ډېر دی. دا یو ډول مغالطه ده؛ ځکه غل، چې له څراغ سره راځي او د خوښې مال له ځان سره وړي؛ نو د شپې راځي؛ نه د ورځې او د شپې هم هله راځي، چې د کور خاوند ویده وي؛ خو په رڼا ورځ کله هم غلا نشي کړای. که کوروالا ویښ وي؛ نو بیا هم غلا نشی کړای.

بې ایمانه لیک لوستي هم د نورو له خوبه او ناپوهۍ ګټنه کوي؛ نو عمومي ناپوهي او بې خبري په دې غلاګانو کې ښکېل ده. تاسې خپل هېواد د پوهې په رڼا روښانه کړﺉ او ټول کورونه لکه د ورځې په شان کړﺉ او ټول خلک خبر او هوښیار کړﺉ او ټول ځایونه لکه د ورځې په څېر کړﺉ او پردې سربېره، د ایمان ستنې هم ټینګې کړﺉ؛ نو غل به نوره غلا ونشي کړای. په دې غلاګانو کې څو څیزونه ښکېل دي: د غل پوهه، بې ایماني یې او د عامو خلکو ناپوهي؛ نو دلته هم ناپوهي ته په جرم کې شریکه ده.

په هر حال که وغواړو دین مو سم شي، له نشتمنۍ خلاص شو، له رنځ وژغورل شو او عدالت را کې پلي وي، آزادي او ولسواکي ولرو او د اوسني حال پر ضد، ټولنه مو له ټولنیزو چارو سره مينه ولري؛ نو یوازېنۍ لار یې هغه پوهه، چې عمومیت ولري او د دین له لارې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي.

 که موږ دا سپېڅلی جهاد پیل نه کړو؛ نو نړۍ به یې پیل کړي او ګټه به یې هماغوی یوسي؛ یعنې نور به راشي او ملت به مو د ناپوهۍ له ګړنګه وژغوري او الله تعالی خبر، چې هغه مهال به دا ناغېړي اسلام ته څومره ستره ګوزار ورکړي.

له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه

په دې ورځو کې مې “له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه” کتاب لوسته، چې “یونسکو” یې خپروي، چې د روسته پاتې هېوادونو د لیک لوست او ښوونې په هکله یې د نو موړې ادارې فعالیتونه کښلې ول. که څه، دا د خوشحالۍ ځای دی، چې داسې اوزارونه پیدا شوي، چې په مسلمانانو کې ښوونې عمومیت موندلی او په سوکه سوکه د نالوستۍ ټغر ټول شي؛ خو بلخوا د خواشینۍ ځای دی، چې موږ مسلمانان دومره پخپلو دندو کې ناغېړي کوو، چې نور خلک د نړۍ له بله ګوټه راځي، لګښتونه کوي او زیار ګالي، چې دا دنده تر سره کړي، نه یوازې عمومي تعلیمات کوي؛ بلکې نور روغتیايي او بسپنیر سازمانونه هم رامنځ ته کوي او له خلکو سره مرسته کوي، له رنځوریو سره مبارزه کوي، ملاریا له منځه وړي، ښارونه او ابادۍ سموي.

د اسلامي هېوادونو؛ لکه افغانستان او پاکستان لرې پرتو سیمو ته تللي، هلته یې د بیا رغاونې کارونه کړي او د خلکو له روغتیایی چارو سره یې مرستې کړي، چې لا تر اوسه موږ هلته نه یو تللي او که تللي هم یو؛ نو د پیسو په بدل کې.

زه نه پوهېږم، چې له دې چارو یې موخه څه ده، ښايي ښکېلاکي موخې ولري، زموږ د خلکو به څومره بده برخه وي، که ښکېلاک په داسې ټګیو راننوتی وي. داچې وایم نه پوهېږم، چې نیت یې څه دی؛ نو واقعا هم نه پوهېږم او البته د بدوينۍ پر ویلو پر خپلو نیمګړتیاوو پرده نه اچوم. دا مو روږد شوى، چې د نورو کارونه فساد وښیو او له دې لارې پر خپلو نیمګړتیاوو پرده واچوو. په دې کتاب کې یې کښلي ول، چې په یو افریقايي هېواد کې یو متعصب ورته ویلي ول: تاسې اروپایيانو، چې اوس وننګېرله – احساس کړه، چې د ښکېلاک ځواک کمزوری شوی او سیاسي ځواک مو د منځه تللو په حال کې دی؛ نو غواړﺉ مخ مو د نېکچارۍ او د الله تعالی د مخلوق د چوپړ په پرده وپوښئ.

په کار کې یې چې نیت هر څه وي، پر موږ اغېز نه لري، څه چې اغېز لري دا دي، پر کومه لار، چې دوی روان دي او تر شلو کلونو پورې اسلامي هېوادونو ته ښوونه وکړي او له ناپوهۍ، بېوزلۍ او رنځورۍ یې خلاص کړي؛ نو د اسلام او مسلمانۍ پر وړاندې به د راتلونکي کهول پر روحیه څه اغېز وکړي؟ راتلونکی کهول به ونه وايي، چې موږ څوارلس پېړۍ مسلمانان او د حضرت محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) د دین لارویان وو او په ناپوهۍ او بدمرغۍ کې ډوب وو، چې په پای کې د حضرت مسیح (علیه السلام) لارویان د نړۍ له هغه ګوټه راغلل او و یې وژغورلو؟! نو هله به اسلام ته څه حیثیت پاتې شي؟! د رسول الله به څه ځواب ورکو، چې ویل يې: ((طلب العلم فریضة علی کل مسلم))؛ نو زما له دې حکم سره مو څه وکړل؟

دا یوه طبیعي، اروايزه او تکویني قاعده ده، چې((الانسان رهین الاحسان))؛ یعنې انسان د نېکۍ په ګرو کې دی.

رسول الله وايي: ((من احیا ارضا مواتا فهو له))؛ یعنې چاچې مړه ځمکه راژوندۍ کړه د هماغه ده.

که څه، دا قاعده یو تشریعي قانون دی او په ځمکې پورې اړه لري؛ خو په تکوینیاتو پورې هم اړه لري.

هره ډله، چې راشي او یو ملت راژوندی کړي، له نشتمنۍ او ناپوهۍ یې وژغوري؛ نو د هماغو خلکو د زړونو او ارواوو مالکان به وي. دا حالت، چې رامنځ ته شوی؛ نو په څرګنده باید د ددې ګواښ وړاندوینه وکړو، چې موږ به د راتلونکي پښت مالکان نه یو. ممکن څوک ووايي، چې مسلمان به کله هم مسیحې نشی، په تیره بیا که عالم هم شي؛ نو له توحیده به تثلیث ته وانه وړي.

زه وایم، ښايي همداسې وي؛ خو څرګند دي، چې که مسیحیت ته وانه وړي؛ خو له اسلام سره به یې هم علاقه نه وي، ښايي ددې چارو ګټه د کمونیستانو جېب ته ورشي. که په اسلامي هېوادونو کې په هر لامل د ځوانانو دیني علاقه – تړاو راټیټ شي؛ نو ګټه به یې کمونېزم ته ورشي.

نو له دې ګواښ سره باید مبارزه وکړو، له دې ګواښ سره د مبارزې لار څه ده؟

لار یې دا ده؛ لکه د معمول په شان منفي رول ولوبو، چې نه! یونسکو حق نه لري، چې مسلمانانو ته ښوونه وکړي او په دې لار کې زیار وګالي او لګښتونه وکړي او نورې نړيوالې خیریه موسسې حق نه لري، چې په اسلامي هېوادونو کې د ملاریا یا نورې رنځورۍ له منځه یوسي. دا کارونه ورپورې اړه نه لري.

فکر وکړﺉ، چې دا خبره سمه ده؟ایا نړۍ به یې راسره ومني؟ ایا خپله مسلمانان به یې راسره ومني؟

ایا لار یې دا ده، چې خپله مټې راونغاړو او پر سپېڅلي جهاد لاس پورې کړو او دا فریضه پخپله عملي کړو، چې البته دا لار سمه ده.

په همدې کتاب کې یې کښلي ول: “اندونیزیا”، چې ستر اسلامي هېواد دی، عمومي ښوونې پکې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه ګرځېدلي دي او لکه د مذهبي فریضې په شان پرې عمل کوي. هلته څوک، چې پر څه پوهېږي، چې هره دنده ولري؛ نو دا خپله فریضه ګڼي، چې ښوونځیو ته ولاړ شي او ښوونه وکړي؛ ځکه رسمي ښوونکي ټولو ښوونځیو ته بسیا نه دي.

دا هماغه د اسلام حکم دی، چې تعلیم یې پر هر چا واجب کړی دی، چې بېلګه يې “اندونیزیا” ده.

تعليم او تعلم ته د اسلام رابلنه

بله مسله د علم او تعلم ده، چې انسان یې بايد له نورو څه زده کړي. بايد د اسلامي پوهې او ښوونو د بريدونو په اړه خبرې وکړو، چې اسلام غواړي، کوم علم غواړي او داچې د وحې په ړومبيو آيتونو کې وايي:

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ[10] = ولوله! د خپل پالونكي په نامه ، چې (هر څه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله، چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده. ))

نو دا آيت تر ټولو ستر ګواه دى، چې اسلام علم ته څومره ارزښت ورکوي: الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. قلم د ليک لوست ښکارندوى دى.

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[11]=ایا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟! (هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))

((وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا[12]= او پوهانو وويل: (( پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې کړي وي.))

همداراز رسول الله صلى الله عليه آله وسلم وايي:

(( بالتعليم ارسلت[13] =زه تعليم ته رالېږل شوى يم. ))

مشهوره کيسه ده، چې رسول الله جومات ته راننوت او يوې ډلې عبادت کاوه او بلې تعليم او تعلم؛ نو و يې ويل: (( کلا هما على خير و لکن بالتعليم ارسلت=دواړه ښـه چارې دي؛ خو زه تعليم ته رالېږل شوى يم)) او بيا په خپله د تعليم او تعلم په ډله کې کېناست.

((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ ایاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ=(الله) هغه دى، چې په نالوستو كې يې استازى په خپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه، چې د الله تعالی آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه تردې له مخه په هډو څرګنده بې لارۍ كې وو[14])).

يُزَكِّيهِمْ له روزنې سره اړخ لګوي او په روزنيزو چارو پورې اړوند دى ((وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ)) اوس چې له کتابه هر مطلب وي، مطلق کتاب دى [يا قرآن] بالاخره کتاب او حکمت سره يوځاى شوي دي.

حکمت د حقيقت لاس ته راوړل دي، چې پکې ویېنه نشته؛ خو ویېنه پردې ده، چې څه حکمت دي او څه نه دي، چې صغروي ویېنه ده. د هر حقيقت لاس ته راوړو ته حکمت وايي.

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ[15] = (د الله تعالی) چې چا ته خوښه شي ( او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى او( له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان پند اخلي.))

روښانه ده، چې اسلام په ټوليزه توګه تعليم او تعلم ته رابللي يو او موخه يې يوزاې داده، چې اسلامي امت بايد عالم وي.

 نبوي حديث دى: ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) چې دلته ((مسلم)) خصوصيت نه لري او د ((مسلمه)) پر وړاندې نه دى.

[يادونه: په عربي کې د مذکر صيغه د سړي لپاره ځانګړې شوې نه ده او د مذکر صيغه هغه مهال سړي ته ځانګړې کېږي، چې د مونث پر وړاندې راشي؛ خو چې کله د مونث پر وړاندې رانشي؛ نو د ټولو لپاره ده؛ لکه په قرآن کريم کې، چې راغلي: ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ[16])) ایا دلته له ((الَّذِينَ يَعْلَمُونَ)) نه مطلب دادى: سړي، چې پوهېږي که کوم کسان، چې پوهېږي؟څرګنده ده، چې مطلب يې کوم کسان دي، چې پوهېږي.

 د ص سورت په ٢٨ آيت کې راغلي: (( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ =ایا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي وي، د هغه چا غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا متقیان د بدكارانو غوندې كړو؟!))

دلته ټولې صيغې مذکرې دي؛ خو په ژباړه کې تاسې څه واست؟ (ایا هغو سړيو، چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي وي، د هغه سړيو غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهېزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!)؛ يعنې داسې ښځې له دې ويينې بهر دي؟

(( أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ))؛ نو ایاددې لپاره، چې ((متقين)) مذکره صيغه ده؛ نو ښځې پکې نه راځي يا داچې مطلب ترې کسان دي. تر وسه هيچا دا احتمال نه دى ورکړى (چې ددې آيت مطلب به داوي) ايمانوال او نېکچارې سړي، تر مفسدو سړيو غوره دي.

چې وپوښتي: ایا ايمانوالې او نېکچارې ښځې له مفسدو غوره دي که نه؟ ووايي، چې قرآن ددې په هکله حکم نه لري.

ایا د: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ[17]= په حقيقت كې د الله تعالی پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى) آيت ژباړه داده، چې په تاسې کې ډېر عزتمن سړي پرهېزګاران سړي دي او د ښځمنو خبره پکې نشته او که له ((ستاسې)) نه مراد انسانان دي؟ او په اخلاقياتو کې هم داسې ده؛ يعنې په عربي کې داسې نه ده، چې نارينه وو او ښځمنو ته اعم يوه صيغه وضع شوې وي؛ يعنې د سړي لپاره ځانګړې صيغه او ښځمنو ته ځانګړې صيغه؛ بلکې هغه صيغه هم که اعم د سړي لپاره وي؛ همدا “صيغه مذکره” ده؛ نو که د (( و مسلمة کلمه هم نه وي؛ نو څوک نشي ويلاى، چې مفهوم عام نه دى او په ځينو روايتونو کې ((ومسلمة)) هم شته چې کمزوري روايتونه دي او عموم روايتونه هماغه ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) دي.

او ایا د ((المسلم من سلم المسلمون من لسانه و يده [18])) په حديث کې ((المسلم)) د سړي لپاره ځانګړى دى که ښځې او سړي دواړه لپاره دى؟ او ایا د حديث مانا داده: مسلمان سړى هغه دى، چې مسلمان سړي يې له ژبې او لاسه خوندي وي او نه يې دي ويلي، چې د مسلمانې ښځې له لاس او ژبې هم مسلمان سړي او ښځې خوندي وي؟!

مشهوره کيسه ده، چې يوې ښځې د پېغمبرۍ دعوا وکړه؛ نو هغه يې بندي کړه، دا دعوا دې د اسلام له آرونو مخالفه ده. و يې ويل: رسول الله وويل: ((لا نبى بعدى )) او نه يې دي ويلي: ((لا نبية بعدى)) او نه يې دي ويلي: (( لا نبى و لا نبية بعدى)) او (( نبى)) مذکر دى او پېغمبر نه دي ويلي، چې ښځمنه پېغمبره به تر ما روسته نه راځي.

که دا خبره سمه وي، چې مذکرې صيغې نارينه وو ته ځانګړې وي؛ نو د ښځې استدلال سم دى او که کومه ښځه د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛ نو بايد ووايو، چې په اسلام کې ددې دليل د بطلان لپاره دليل او ان کوم آيت نشته او ان آيت شته، چې وايي: ((وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ[19])) نه داچې ((خاتم النبيين و النبيات))؛ نو د قرآن کریم آيت هم دليل نه دى؛ نو بايد ووايو: موږ په اسلام کې هېڅ دليل نه لرو، چې تر حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) روسته به ښځمنه پېغمبره نه راځي؛ خو اړنګ نشته دلته ښځمنه او نارينه اوڅار نه دي.

کوم علم؟

د تعليم او تعلم په چار کې اریزه خبره داده، چې موږ وګورو، ددې مطلب بریدونه څه دي؟ ځينې علمونه “فرض عيني” دي؛ يعنې په خپله هغه علم د يوې ګروهې په نامه، هغومره چې د ايمان شرط يا سريزه ده، پر هر مسلمان لازم او فرض دى؛ لکه “معرفة الله، علم باالله و ملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر”؛ ځکه په اسلام کې ايمان ((عن علم)) ته ورمات دى، نه ((عن تقليد)) ته. دا علم “فرض عيني” دى. دا خبره ټولو علماوو کړې ده؛ نو څرګنده ده، چې ((طلب العلم فريضة )) په هغو علمونو کې شامل دى، چې د ايمان له شرايطو دي. اوس بايد پوه شو، چې د [علم فريضه] څه ده؟

په علماوو کې يوه ویېنه ده، چې هغه کوم علم دى، چې فريضه ده؟ فقها وايي: مطلب يې د فقې علم دى، چې د عمل سريزه ده. د اخلاقو علماء وايي: د اخلاقو علم ترې غوره دى او د تفسير علما وايي: د تفسير او کتاب الله علم تر ټولو غوره دى.

د ويينې ځاى نه پاتېږي؛ ځکه علم يا په خپله موخه ده او يا د موخې لپاره سريزه ده. چېرې چې پخپله موخه وي؛ فرض دى؛ لکه د دين آرونه او په کوم ځاى کې چې هم په خپله موخه نه وي او کومه اسلامي موخه ورته ځنډ وي، د فرضو د سريزو له پلوه فرضېږي.

په خپله فقهاوو ويلي، چې د مسايلو زده کړه “سريز واجب “؛ خو “واجب تهيوي” دي او په څرګندنه- اصطلاح “واجب نفسي تهيوي” دي؛ يعنې څه چې پر موږ واجب دي، عمل کول دي. د بېلګې په توګه: موږ بايد لمونځ وکړو؛ خو دا که انسان وغواړي، سم صحيح لمونځ وکړي؛ نو بې د لمانځه پر مسايلو له پوهېدو ناشونې ده؛ نو ددې لپاره، چې انسان لمونځ کولو ته چمتو شي؛ يعنې سم صحيح لمونځ وکړي؛ نو واجب ده، چې ځان د لمانځه پر چارو پوه کړي.

دا خبره يوازې په لمانځه او روژې پورې ځانګړې نه ده؛ په اسلامي دندو کې که هره دنده علم ته اړتيا ولري؛ نو د “واجب نفسي تهيوي” په نامه هماغه علم پرې فرضېږي؛ يعنې هغه فرض، چې موږ بل فرض ته چمتو کوي؛ يعنې هغه فرض يو ډول “سريزي فرض” دى.

د اخلاقو علم هم طبعاً “واجب نفسي تهيوي” دى. اسلام له موږ ((يزکيهم)) غواړي؛ د نفس تزکيه غواړي، چې بې له علمه ناشونې ده؛ نو د اروايي او اخلاقي چارو پوهه د نفس د تزکيې د سريزې په توګه لازمه ده.

موږ بايد له قرآنه ځینې احکام زده کړو؛ نو څرګنده ده، چې د قرآن او تفسير زده کړه ورته فرض ده. چې موږ پر عيني فرضو سربېره کفايي فرض هم لرو؛ يعنې هغه فرضونه، چې د کار د وېش پر بنسټ تر سره شي؛ لکه د رنځورپوه (طبيب) شتون په کار دى؛ نو طبي زده کړې فرض کفايي دي او څوک هم بې علمه رنځورپوهېداى نشي؛ نو بايد علم يې زده کړي.

 اسلام وايي: رنځورپوه په کار دى؛ نو څرګنده ده، چې سريزه يې هم بايد چمتو شي؛ نو داده، چې طبي زده کړې فرض کفايي دي.

بریدونه يې څه دي؟ ټاکلى حد نه لري. په هر وخت کې څومره چې شونې وي؛ نو هماغومره په کار دى. په يو وخت کې خلکو ته په کار وو، چې د “ابو علي سينا بلخي” د “قانون” کتاب ولولي؛ خو نن ترې غوره راغلي، چې بايد وويل شي.

بله بېلګه يې سوداګري ده. ایا د اسلام په وټيز غونډال کې د داسې منځګړې ډلې شتون تایید او تثبيت شوى، چې توکي له توليده تر مصرفه ورسوي؟که تایید شوې وي؛ نو د سوداګرۍ د علم زده کړه هم فرض ده.

بله بېلګه: قرآن شريف وايي:

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ[20]= او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه(چمتو كړئ)، چې د الله تعالی او خپل دښمنان پرې ووېروئ.))

ایا د ((تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ)) هومره ځواک چمتو کول فرض دي که نه؟ هو! فرض دي؛ خو دا کار په خپله نه کېږي او په بيلچه خو ځواک نه جوړېږي؛ ځواک جوړول لار لري او لار يې هم پوهه ده. تر کومه حده؟ هماغومره، چې په بېلابېلو وختونو کې ((تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ)) وکړي.

نو د ((طلب العلم فريضة على کل مسلم)) مسله روښانه ده؛ ځينې پوهې عيني فرض دي، چې پر هر وګړي فرض دي او ځينې پوهې فرض کفايي دي او په دې اعتبار، چې د يو فرض (کفايي) سريزه ده او فرضي سريزه ده؛ نو فرض ده؛ نو اړنګ نشته چې ځينې وايي: يوازې ديني علم فرض دى؛ يعنې هغه علم، چې موضوع يې ديني چارې وي؛ يعنې په خپله د دين زده کړه؛ نه داچې د دين زده کړه يو علم دى او هغه بل علم دى، چې انسان پرې خپله ديني دنده ترسره کوي او په دې پورې ځانګړې نه ده، چې خلک بايد يوازې دين زده کړي او هغه څه زده نه کړي، چې ددين پلي کول ورته ځنډ وي او په خپله دين، چې بايد زده کړي؛ يوه برخه يې ” خپلواک فرض ” او عيني دى ( لکه معرفة الله) او بله برخه يې “سريزي فرض ” ده (لکه د لمونځ د احکامو زده کړه. )

 چا ويلي، چې بايد دين زده کړو؟

اسلام نه دي ويلي، چې دين زده کړئ؛ ويلي يې دي: په دين عمل وکړئ؛ خو په دين عمل بې له زده کولو يې ناشونې ده؛ نو دين بايد زده کړو، چې عمل پرې وکړو او په هغه نورو چارو کې هم، چې دين زموږ پر اوږه ايښي [ د ټولنې د اړتيا رنځورپوه]؛ نو څرګنده ده، چې څو مو دندې نه وي زده کړې؛ عمل هم پرې نه شو کړاى؛ بايد دنده زده کړو، چې عمل پرې وکړو.

نو موږ تر دم ګړۍ دوې چارو ته اشاره وکړه: يو داچې په اسلامي ښوونه او روزنه کې فکري ودې او تعقل ته خورا ارزښت ورکړ شوى دى او بل داچې په خپله تعليم (ته هم خورا ارزښت ورکړ شوى دى) هم ټاکلي بريدونه نه لري، چې ووايو د کلام علم څنګه؟ د تفسير علم څنګه؟ د اخلاقو علم څنګه؟ رياضيات څنګه؟فزيک څنګه؟ اسلام نه دى راغلى، چې وټاکي کوم علم زده کړئ او کوم علم مه زده کوئ، اسلام ځینې احکام لري، چې بايد پلي شي، چې پلي کول يې د ځینې نورو څيزونو زده کولو ته ځنډ دي.

علمي اروا

داسې کسان شته چې علمي اروا لري؛ خو عالم نه وي او داسې کسان شته عالم وي؛ خو علمي اروا نه لري. رښتين عالم هغه دى، چې د علم ترڅنګ علمي اروا هم ولري.

 له علمي اروا مراد څه دى؟ مراد دادى: علم له حقيقت پلټنې سرچينه اخلي. الله تعالی انسان حقيقت پلټوونکى پنځولى دى؛ يعنې انسان غواړي په حقايقو هغسې پوه شي، چې دي او څيزونه هماغسې، چې دي، ويې پېژني او پوه پرې شي. که انسان ځان بې غرضه کړي او غواړي حقيقت هغسې رابرسېره کړي، چې دى؛ نه داچې حقيقت هغسې وي، چې دى يې غواړي (؛ نو په دې بڼه هغه د علمي اروا خاوند دى) يو وخت انسان له ځان سره يو مدعا فرض کړې ده، بيا غواړي حقيقت يې هغسې وي، چې دى يې غواړي، چې دا پخپله د بې لارۍ پیلامه ده. د “نجم” د سورت په آيتونو کې دا مطلب راغلى، چې د انسانانو د بې لارۍ يوه پیلامه داده، چې چارې په ځاني غوښتنو تشخیصوي.

الله تعالی د بې غرضو حقيقت پلټونکيو د ښیون ضمانت کړى دى:

((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[21]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله تعالی د نېكانو مل دى.))

علمي اروا؛ يعنې د حقيقت پلټنې، بې غرضۍ، بې تعصبۍ، بې جمودۍ او بې غرورۍ اروا. په ټولو روايتونو کې په دې خبره ډېر ټينګار شوى، چې عالم بايد تعصب و نه لري او داسې و نه وايي، چې څه ما وويل، هماغه سم دي. عالم بايد غرور و نه لري او فکر و نه کړي، چې ټول علم همدا دى، چې زه يې لرم؛ بلکې بايد ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً[22] = او تاسې ته يوازې د پوهې ډيره لږه برخه دركړ شوې ده) )) او دې خبرې ته يې پام وي، چې ډېر لږ حقيقت ورسره دى. پايله: هغوى چې علمي اروا لري، له “دليل” نه “مدعا” ته رسي.

 ديني طالبان وايي: موږ د دليل زامن يو، هر خوا چې دليل ځي، موږ هم ځو. دليل يې د مدعا پر لور کاږي؛ خو ددې مقابل ته هغه انسان دى، چې له مدعا نه دليل ته ځي؛ يعنې لومړى مدعا ټاکي او بيا په دليل پسې وځي.

ستر عالمان، چې علمي اروا لري، غرور يې ډېر لږ وي (يا يې نه لري) اسلامي روايت دى، چې: علم درې لوېشتې دى يا درې ټوټې دى يا درې پړاوه دى؛ په لومړي پړاو کې تکبر ته رسي او خيال کوي، چې د هستۍ له ټولو حقايقو خبر دى، په دويم پړاو کې پوهېږي، چې نه! داسې هم نه ده او ورو ورو کوشنى او لاندې کېږي او په درېیم پړاو کې پوهېږي، چې هومره نه پوهېږي، چې بايد پوه وي.

 نو په ښوونه او روزنه کې بايد متعلم ته علمي اروا ورکړه شي؛ يعنې يوازې بايد دې ته يې پام نه وي، چې پوه شي؛ بلکې بايد کوښښ وشي د حقيقت پلټنې روح پکې وروزل شي ( او له هغه رنځونو پاک شي، چې انسان له حقيقت پلټنې اړوي؛ يعنې تعصب، غرور، تکبر) او دا خويونه بايد له زدکړیال لرې کړاى شي، چې علمي اروا يې وده وکړي.

د علمي تواضع دوه مانا وې

علمي تواضع او عاجزي بېلابېلې څانګې لري: یوه مشهوره مانا یې دا ده چې عالم په خپل علم د غرور، ویاړنې او کبر په ګړنګ کې و نه لوېږي او بله مانا یې دا ده چې عالم د انسان د عقل او پوهېدو په محدودیتونو خبروي. که دا محدودیتونه و نه پېژندل شي، د انسان عقل به له خپل بریده واوړي او په یوې داسې محدودې کې به پښه ورکېدي چې له آره ورننوتل ورته مقدر او ټاکل شوي نه ول. دا چار یو ډول کبر، ځان او نور هلاکول دي. د علم د زده کړې شرط په تېره په اوچتو مراتبو کې یې دا دی چې وګړی د خپلې پوهې او علم برید وپېژني. دا خبرتیا به انسان پر ډېری بې ځایه چارو له بوختیا او د فکر او پانګې له پوپنا کېدو خوندي کړي. کو مې خبرې مو چې د نافع (ګټور) علم په اړه راوړې وې، دلته هم صادقې دي. عالم دا دی، چې پوه شي، پر څه باید پوه شي او عالم دا دی چې پوه شي، پر کو مو څیزونو پوهېدای شي.

تېرو فیلسوفانو د عارفانو پرخلاف د عقل محدودیتونو ته پاملرنه نه درلوده

عارفانو مو په تېره پر فلاسفه و نیوکه کوله چې کله یې خپل عقل په داسې ځایونو کې کارولی چې د تعقل او عقل کارونې برید نه و. د تعجب ځای دی چې زموږ د تېرو په فلسفه کې په مطلق ډول د عقل د حدود او پولو په باب څه ویینه نشته.

په رښتیا د هېښتیا لامل دی چې زموږ حکیمانو- چې زموږ ستر عقلمن ول او ټوله پانګه یې په عقل، حکمت او منطق کې رالنډېده- ان یو ځل هم را ونه لټېدل چې د عقل برید وټاکي او معلوم کړي چې عقل له آره څه کړای او څه نشي کړای، کو مو برېدونو ته ورننوتای او کو مو ته نه.

په واقع کې ډېری عارفان ول چې پر فیلسوفانو یې ټکې کولی او په جزوي عقل یې نیوکې کولې او دا یې د انبیاوو پر وړاندې د یوې بلنې او داعیه خاوند باله.

که مولوی ویل: «پای استدلالیان چوبین بود» دلیل یې دا و چې حکیمانو ته دا ټکی وریاد نه و. عارفانو له ناچارۍ حکیمانو ته باخبري ورکوله چې عقل هم یو برید لري او تر یوه ځایه ورباندې تکیه وهلای شو. البته عارفانو کله هم په دې اړه کومه سیستماتیکه ویینه راوړاندې نه کړه او له حکیمانو سره یوې عقلانې مناقشې او ویینې ته راوړاندې نشول. یوازې یادونه یې وکړه چې هر څیز د عقل د ډیوې په ړنا لیدای نشو. د عارفانو له نظره، عقل د انسانانو له روان دنیوي ژوند سره وړ او اړخ لګوي او له دې بریده ورها خوا یې، رڼا تتېږي:

هم درین سوراخ بنایی گرفت

در خور سوراخ دانانی گرفت

د انسانانو پوهه، د ړوند موږک د سوړې جوړونې د فن هومره ده چې پکې اوسي او سترګې یې هومره ویني چې تر ځمکې لاندې کار وکړي. شیخ محمود شبستري، دې ډول عقل او پوهې ته «فضولي عقل» ویلي دی.

ز دور اندیشی عقل فضولی

 یکی شد اشعری، دیگر حلولي

په لویدیځ کې د کره کتنې ښوونځي د بشري عقل او ژبې بریدونو ته ټینګه پاملرنه لري

 «بوالفضول عقل» هغه عقل دی چې له خپل مجاز بریده یې پښه وراړولې ده. د مولوي په مثنوي کې په تېره، دومره د عقل په غندنه او نقد کې خبرې راغلي چې عاقلان او عالمان کړوي! البته د مولوي نیوکې حکیمانه او اورېدوني دي. مراد یې د عقل شړل نه دي. منظور یې د حماقت تاییدول نه دي. مطلب یې دې ټکي ته د پام وراړول دي چې یو لړ حقایقو او عوالمو ته د عقل لاسرسی نشته. موخه یې د دې مانا څرګندونه ده چې نظري عقل په دلیل پسې ورځي او عملي عقل په وسیلې او وزلې پسې. یو په دلیل، مدعا ازبادوي او بل په وزله، موخې ته وررسي. دلیل هغه سترګو ته دی چې بې سترګیو نه ویني او وزله هغه اختیارمن او لر اندي ته ده چې په خپل ګومان، موخه ټاکي؛ خو هغه چې حقیقت بربنډ ویني یا هغه چې مجذوبانه (نه مختارانه) حرکت کوي، له دلیل او وزلې، مستغني او بې پروا دی:

گر دخان او را دلیل آتش است

بی دخان ما را در آن آتش خوش است

عقل په حقیقت کې د زړه په لاس یوه وزله ده، څه چې زړه ویني عقل ورته دلیل راوړي او څه چې زړه غواړي عقل ورته وسیله سازي کوي. دا د جزوي عقل شان او ځانګړنه ده؛ خو د کلي عقل قصه بله ده او دا دعقل عقل دی چې په غوره کړای شویو (اصفیا) او ولیانو پورې تړاو لري او له معقولاتو او استدلالاتو عین خوشې کېدل دي:

بند معقولات آمد فلسفی

شهسوار عقل عقل آمد صفی

په لویدیځ کې د انسان عقل او ژبې برېدونو او معرفت پېژاندو مسایلو ته، سیستماتیکه پاملرنه وراړول شوې ده او د «کره کتنې» فلسفي ښوونځیو هڅه کړی چې د عقل برید او ورپسې د ژبي برید وټاکي او له دې لارې معلوم کړي چې له آره انسان پر کو مو څیزونو پوهېدای او له آره کوم څیزونه ویلای شي. د دي ښوونځیو له نظره، له دې مجازي کړۍ وتل، به په بې مانا اندنې او چټي خبرو پای ته ورسي.

 په دیني متونو کې یې عقل یو لړ ویینو ته له ورننوتو باخبر کړی دی

 هو، مهم د دې ټکي منل دي چې د انسان عقل هغه الوتونکی نه دی چې هرې هسکې څوکي ته ورالوتای شي. په دیني معارفو او ښوونو کې هم په دې هکله باخبري راغلې ده. دا باخبري که عامو ته وي یا خاصو ته، په هر حال د دې ښودونکې ده چې یو شمېر خلک، په ځینو مواردو کې له یو شمېر ویینو، پوښتنو ګروېګنو او مناقشو منع شوي دي. د بېلګې په توګه په روایاتو کې راغلي:

لا تفکروا فی ذات الله و لکن تفکرو فی الاء الله

«د الله تعالی په ذات کې فکر مه کوﺉ؛ بلکې په نعمتونو کې یې غور وکړﺉ. »

دا روایت ښیي چې د انسان عقل، داسې تله نه ده چې هر څیز پرې وتلل شي.

علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په دوو ځایونو کې پر دې مطلب لګیا شوی چې د پاملرنې او سوچ وړ دی:

ړومبی ځای یې د «اشباح» خطبه ده چې د نهج البلاغې له مهمو او درنو خطبو ځنې ده. د خطبې په سریزه کې راغلي، چې یو تن له علي کرم الله وجهه غواړي چې الله تعالی ورته داسې معرفي کړي، چې ته وا الله تعالی په ښکاره ویني. داسې ښکاري چې ته وا دې سړي بې ځایه تمه درلوده او له لیدو یې مراد، حسي لیدل و؛ ځکه د خطبې په همدې روایت کې راغلي چې علي کرم الله وجهه د سړي په پوښتنې غوسه کېږي. (په بل روایت کې په بل ډول راغلي او پوښتونکي له علي کرم الله وجهه پوښتلي چې الله تعالی رامعرفي کړه چې د مینې او معرفت د زیاتوالي لامل مې شي).

هو، علي کرم الله وجهه په دې خطبه کې، د الله تعالی د صفاتو او افعالو په اړه د پیلامو او مقدماتو تر یادولو روسته، پوښتونکي ته وایي:

فَانْظُرْ أَيُّهَا السَّائِلُ فَمَا دَلَّكَ الْقرآن حکیم عَلَيْهِ مِنْ صِفَتِهِ فَائْتَمَّ بِهِ وَ اسْتَضِئْ بِنُورِ هِدَايَتِهِ وَ مَا كَلَّفَكَ الشَّيْطَانُ عِلْمَهُ مِمَّا لَيْسَ فِي الْكِتَابِ عَلَيْكَ فَرْضُهُ وَ لَا فِي سُنَّةِ النَّبِيِّ (صلى الله عليه وآله) وَ أَئِمَّةِ الْهُدَى أَثَرُهُ فَكِلْ عِلْمَهُ إِلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ فَإِنَّ ذَلِكَ مُنْتَهَى حَقِّ اللَّهِ عَلَيْكَ

«پوښتونکیه، غوره کړه! قرآن حکیم چې کوم الهي اوصاف درښیي، هماغه واخله اود قرآن حکیم د لارښوونې په ړنا کې، مخ پر وړاندې وردرومه، د الله تعالی په کتاب، د نبي  صلی الله علیه و آله وسلم او د ښیون د امامانو په سنتو کې چې د کو مو څیزونو نامې او نښې نه وي، الله تعالی ته یې ورپرېږده، چې د الله تعالی نهایت حق درباندې دی.

یعنې الله تعالی تردې دېر در څخه نه غواړي.

ورپسې د کلام په غځېدا کې «په علم کې د راسخانو» (چې له قرآن حکیمه اخستل شوی تعبیر دی) په اړه څرګندنې لري:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الرَّاسِخِينَ فِي الْعِلْمِ هُمُ الَّذِينَ أَغْنَاهُمْ عَنِ اقْتِحَامِ السُّدَدِ الْمَضْرُوبَةِ دُونَ الْغُيُوبِ الْإِقْرَارُ بِجُمْلَةِ مَا جَهِلُوا تَفْسِيرَهُ مِنَ الْغَيْبِ الْمَحْجُوبِ فَمَدَحَ اللَّهُ تَعَالَى اعْتِرَافَهُمْ بِالْعَجْزِ عَنْ تَنَاوُلِ مَا لَمْ يُحِيطُوا بِهِ عِلْماً وَ سَمَّى تَرْكَهُمُ التَّعَمُّقَ فِيمَا لَمْ يُكَلِّفْهُمُ الْبَحْثَ عَنْ كُنْهِهِ رُسُوخاً

«او پوه شه چې په علم کې راسخان، هغوی چې علم یې د روح په تل کې ناست دی، هغه کسان دي چې د پټو چارو په اړه د نا پوهۍ اعتراف یې لامل شوې چې د غیبو د ورونو پر وړاندې تم شي او نظر ښکاره نکړي او الله تعالی پر غیبو له علمي احاطې د بېوسۍ اعتراف ستایلې ده. »

«او پر نا مکلفو چارو ژورې کتنې او ویینې نه کولو ته «په علم کې رسوخ» ویل شوی دی».

«په علم د رسوخ» مانا

اهل تعمق په دې مانا دی چې څوک ځان خوشې پر یوه داسې چار نه بوختوي چې پایله نلري او که و یې هم لري حاصل به یې زیانمن وي. دا ډډه کول «په علم کې رسوخ» دی. نوځکه په ځینو ځایونو کې «په علم کې رسوخ» پر یو مطلب د ښه پوهېدو» پر مانا نه؛ بلکې «د پښې نه راوړاندې کولو» پر مانا ده. په دې مانا ده چې انسان پوه شي په کومه محدوده کې نباید وړاندې ولاړ شي او له آره کو مې چارې ناپوهېدوني دي. په بله وینا کله «په علم کې رسوخ» په دې مانا دی چې وګړی په ځینو څیزونو نه پوهېږي او ښه هم پوهېږي چې دا څیزونه د پوهېدو لپاره نه دی او پر دې څیزونو پوهېدنه هم ترې غوښتل شوې نه ده. البته عقلمن د پوهېدو پر برید باندې د پوهېدو لپاره عقل ته او مکلف، شرعي مکلفیت ته رجوع (او ورمخه) کوي.

ډېری ستونزې د ناویلو چارو له ویلو راولاړې شوي دي

 په رښتیا د بشر ډېرې ستونزې په دې پار رامنځته شوي کوم کس یا کو مو کسانو چې خپل برید پېژندلی نه دی او داسې ډګرونو او معرکو ته یې وردانګلي چې نباید دا کار یې کړی وای؛ نوځکه د دې پر ځای چې کومه تپه تیاره لرې کړي او کومه غوټه پرانزي، پر تیارو یې تیاره ورزیاته کړې او غوټه یې لا ډېره غوټه کړې ده:

ظالم آن قومی که چشمان دوختند

ز آن سخنها عالمی را سوختند

عالمی را یک سخن ویران کند

روبهان مرده را شیران کند [23]

د نړۍ ستونزې د چوپتیاوو او سکوت په پرتله له ویلو ځنې راولاړې دي او د چوپو عالمانو یا ناپوهانو په پرتله کړتنو عالمانو یا عالم ډولو ستونزې رامخې ته کړي:

لو سکت الجاهل رفع الاختلاف: که ناپوهان چوپ کېناستل، کړکېچونه هوارېدل. »

ډېرې لانجې په دې پار رامخې ته کېږي چې یا یو تن یو ډګر ته وردانګلي چې له آره د وردانګلو ځای نه و، یا دې ځانګړي انسان ته یې وردانګل روا نه و.

نوځکه له معرفتي او عقلي پلوه او له نفس سره د مجاهدت په غوښتنه او پر خلکو د مهربانۍ لپاره، باید دوو ټکیو ته ټینګه پاملرنه وکړو: ړومبی ټکی شخصي او وګړنی دی او دویم ټکی جمعي او ټولیز دی. له وګړیز لید لوري، وګړي باید خپل برید وپېژني او دا عین تواضع ده. «تواضع» د غوړه مالۍ او ظاهري درناوۍ پر مانا نه ده. تواضع یعنې داچې انسان ځان او خپل برید وپېژني او پوه وي چې کو مې چارې کړای او کو مې نشي کړای او د زړه په هیلو پسې ورنشي او هوسونه خپل مقتدا نکړي او علم له هوس سره وانغږي.

خو له جمعي او ټولنېزې لیدلوري، انسانان له آره باید پوه شي چې د هر معرفت برید تر کومه ځایه دی. هغه کار ته ورته چې کانت د «متافزیک» په اړه وکړ چې وس او امکانات یې ورڅرګند کړل، په دې اړه یې خبره پرېکړه او فصل الخطاب نه دی. خو د دې ډول علم پېژندنې یو مصداق را پر ګوتو کوي. یا زموږ د عارفانو په څېر چې دوی هم، د عقل برید را پر ګوتو کوي. لکه چې غزالي او مولوي د فیل او تیارې کوټې په قصه کې راوړي. په هر حال که دا محدوده او بریدونه و نه ټاکل شي، انسانانو به عمر د روزۍ په لاس ته راوړو کې تېر کړی نه وي؛ بلکې ضایع کړی به یې وي. همدغسې د نهج البلاغې په یوه بل ځای کې راغلي چې علي کرم الله وجهه د قدر او تقدیر په اړه وپوښتل شو، او ده ورته وویل چې تیاره لار ده او پښه پکې مه ږدﺉ:

طریق مظلم فلا تسلکوه.

بیا یې ډېره څرګندنه ترې وغوښته، امام ورته وویل:

«بحر عمیق فلا تلجوا: ژور سمندر دې پکې مه غوپه کېږﺉ»

پوښتونکیو بیا ځلي په ټینګار خپله پوښتنه اوڅار کړه. امام وویل:

سر الله فلا تتکلفوه: دا د الله تعالی راز دی، ځان مه په تکلیفوﺉ»[24]

دا هغه ځای دی، چې باید له تکلفه ډډه وشي.

البته علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې د پوښتونکیو او اورېدونکیو د حالاتو په پامنیوي د قضا و قدر او الهي تقدیر په اړه څرګندنې کړي؛ خو په دې خاص ځای کې یې څرګندونې، لږ تر لږه راښیي چې یو ډله خلک دا ډول پوښتنې ځوابولای نشي او که پر دې ډول چارو بوخت شي، نه یوازې ځواب نه مومي چې چټي او خوشې خبرې راولاړوي او په تیارو پسې لا تیاره کوي. په حقیقت کې په مسیحیانو او مسلمانانو کې د کلامي تفکر تاریخ د علي کرم الله وجهه د دې خبرو رښتینتوب ته غوره ګواه دی.

د ښیون تر لاسه کولو لپاره، نباید هرې فکري جګړې ته ورودانګو

لنډه داچې علي کرم الله وجهه په دې لیک کې زوی ته ډېره مهمه سپارښتنه کړې او هغه کسان یې په قدر ښه پوهېږي چې یوه ورځ د ښیون اندېښنې چیچلی. دا سپارښتنه په تېره هغو کسانو ته چې د ښیون موندیې د لارې په پیل کې وي خورا اهمیت لري. د ښیون موندنې او عالم کېدو شرط دا نه دی چې انسان هرې جګړې ته ورودانګي. دا پوره باطله، چټي او بلکې هلاکوونکې انګېرنه ده. د ښیون موندنی شرط دا دی چې وګړی په پیل کې پوه شي چې کو مو جګړو ته ور ونه دانګي. دا پرهیز او ډډه کونه په مطلق ډول د ناپوهۍ خپلولو پر مانا نه ده؛ بلکې کټ مټ «په علم کې د رسوخ» نښه ده.

د لارې په پیل کې تازه کاري د ښیون زدکړیال د دې لپاره چې و مومي کوم ډګر ته ورودانګي او له کومه ډډه وکړي؛ باید د تېرو صالحینو تګلارې ته وویني؛ یعنې باید هغه کسان خپل مقتدا او متکا کړي چې دوه مهمې ځانګړنې ولري:

ړومبی داچې د ښیون اندېښنه ولري، دویم داچې پاکي ور پر برخه شوي وي. ښیون لټوونکی د پاکانو د دود او تګلارې په کتنې، د لارې په پیلامه کې، خپل سلوک ښه تنظیمولای شي. په دې حال کې هیله ده چې رو رو په الهي مرستې سمه لار ښه ورښکاره شي.

له الله تعالی غواړو چې د خپل رحمت ورونه راپرانځي. زموږ عمر دې په خپل عبادت او خدمت کې تېر کړي او توفیق راکړي چې له نفس سره مبارزه وکړو او پر خلکو ولورېږو.

[1] ( اصول کافي ۱/ ۳۲)

[2]  ( اصول کافی ۱/ ۳۴)

[3] ( کافي ۲ / ۲۳۴)

[4] ( کافي ۲ / ۱۶۶)

[5] (زمر/۹)

[6] (ص/۲۸)

[7] (حجرات/۱۳)

[8] (رعد/۱۶)

[9] (جمعه/۲)

[10] (علق/١-٥)

[11] (زمر: ٩ آيت)

[12] (قصص/٨٠ آيت)

[13] (بحار/١٢٠٦)

[14] (جمعه: دويم آيت)

[15] (بقره: ٢٦٩)

[16] (زمر/9)

[17]  (حجرات/١٣)

[18] (کافي٢/٢٣٤)

[19] (احزاب: ٤٠)

[20] (انفال: ٦٠)

[21] (عنکبوت/٦٩)

[22] (اسراء/٨٥)

[23] (مثنوی)

[24]  (کلمات قصار، ۲۸۷ ګڼه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!