بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د علم فریضه ((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[1]= ووايه: “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.)) د علم پر فریضه ويينه ده. رسول الله وايي: ((طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ[2]))؛ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د علم فریضه
((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[1]= ووايه: “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))
د علم پر فریضه ويينه ده. رسول الله وايي: ((طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ[2]))؛ یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض او واجب ده. شیعه او سني دواړو دا حدیث له آنحضرته په خپلو سندونو رانقل کړى دی.
فریضه؛ یعنې واجب؛ د “فرض” له مادې دی، چې د “لازم”، “هرومرو” او “وجوب” په مانا دی. څه چې اوس د واجب او مستحب په نامه تعبیروو، په لومړي صدر کې پر “مفروض” او “مسنون” تعبیرېدل. البته د وجوب او واجب و یې هم په لومړي صدر کې کارونه درلوده؛ خو زیاتره د فریضې، مفروض او فرض پر ویی تعبیرېده؛ خو د مستحب کلمه، چې پر کومه مانا نن استعمالېږي، ظاهرا مستحدثه و یې ده، چې فقهاوو اصطلاح- څرګندنه کړې ده. د مستحب و یې په دې ځانګړې مانا، سره له دې، چې خپله په قرآن عظیم الشان کې نه ده کارول شوې، تر کومه یې چې زما یاد دي په یو حدیث کې هم نه ده کارول شوې او پخوانیو فقهاوو هم دا څرګندنه نه درلوده او بیا روسته خپره شوه. څه ته چې نن مستحب وایو، پخوا به یې ورته مسنون او مندوب وایه.
د حدیث مانا دا ده، د نورو واجباتو او فرایضو په لړ کې د علم زده کړه، یوه اسلامي فریضه او اسلامي واجب دى. پر هر مسلمان د علم زده کړه واجب ده او په ځانګړي پوړ- طبقې پورې تړلې نه ده.
په تاریخ کې راغلي، تر اسلام مخکې د هغه ورځ متمدنو ټولنو د علم زده کړه د ځینو پوړيو حقوق او امتیازات ګڼل او نورو ته پر داسې حق قایل نه ول. په اسلام کې نه یوازې علم د یو “حق” په توګه د چا امتیاز نه دی؛ بلکې د “مکلفیت” او “دندې” په توګه پر ټولو وګړیو یې زده کړه فرض او واجب ده. روژه له فرایضو ده، زکات، حج، جهاد، پر نېکیو امر او له بدیو منع او همداراز عالمېدل او پوهېدل( ددې حدیث د نص له مخې) له فرایضو دي.
په ټولیزه بڼه په دې کې څه اړپېچ نشته. له صدر اسلامه تر ننه ټول مذاهب او اسلامي علماوو دا منلې ده. د حدیثونو په کتابونو کې د “بابُ وجوب طلب العلم” په نامه یا ددې په څېر یو باب شته. که اړپېچ هم وي؛ نو ددې حدیث په تفسیر، توضیح، مانا او مقصود کې به وی.
نه غواړم د “علم د فریضې” په نامه ددې مطلب په شاوخوا کې ويينه وکړم، چې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي او په دې هکله له قرآنه آیتونه راوړم او احادیث هم رانقل کړم او د تاریخ ځينې برخې هم راواخلم. نه غواړم په دې هکله د اسلام په ګټه خبرې وکړم او ډنډورې خپرې کړم، چې وګورﺉ اسلام څرنګه خلک علم ته هڅولي دي او څومره د علم پلوى دى.
ځکه دا خبرې ډېرې شوي دي او کېږي او ګروهن یم څه ګټه نه لري که څومره هم خبرې وکړم او بیا سترګې پرانېزم او په اوسني پېر کې مسلمانان وګورم، چې د نړۍ تر ټولو ناپوهه او نالوستي دي او وینم، چې په بل یو ځای کې هم د اسلامي هېوادونو هومره نالوستي نشته؛ نو دې ته په پامنیوي، د ټولو خبرو اغېز مو له منځه ځي. لږ تر لږه یو کس ته دا معما رامنځ ته کېږي، که دا خبره رښتیا وي او اسلام دومره له علمه ملاتړ کړی او هغه یې فرض او واجب کړی؛ نو مسلمانان ولې تر علمه خورا لرې دي؟!
ګروهن یو ددې ډنډور پر ځای، چې لنډمهال ته مو زړه خوشحالوي، باید د اسلامي ټولنو نیمګړتیاوو ته پام وکړو او ددې ټولنې د علمي ځنډ پر لاملونو فکر وکړو او ورته د هوارۍ لار پیدا کړو.
“سید موسی صدر”[3] د “علامه شرف الدین” د فعالیتونو په اړه وايي : “علامه شرف الدین” د اهلبیتو د پېژندنې لپاره ستر کتابونه وکښل؛ نو کله یې چې په “لبنان” کې د مسلمانانو حالت ولید، چې خورا بېوزلي، نالوستي او تر لاس لاندې دي او پکې یو ښوونکی، ډاکتر و انجینر نه پیدا کېږي او که وي هم؛ نو ډېر لږ دي او پر عکس په حمامونو کې ټول کیسه کښ ول. له ځان سره يې وویل: په اوسني حالت کې به مې کتابونه څه اغېز ولري، خلک به وايي که اسلام ژغورونکی ښوونځی او لار وه؛ نو مسلمانانو به یې ښه حالت درلود. دا و، چې په عملي فکر کې شو او خیریه ښوونځي او انجمنونه یې جوړ کړل او په لبنان کې یې په دې اړه ټولنه راپورته کړه.
په ټولیز ډول د نړۍ له نورو ملتونو سره په پرتله کې د مسلمانانو د حالت مثال داسی دی؛ لکه په لبنان کې، چې د نورو خلکو پر وړاندې د مسلمانانو حالت دی، چې د “علامه شرف الدین” د کار په پیل کې یې درلود. که موږ څومره هم د اسلام په هکله او داچې اسلام څومره د علم پلوي کوي او بیا د مسلمانانو حالت ته وګورو؛ نو حداکثر یو کس ته دا معما راپیدا کېږي، که دا خبرې رښتیا وي؛ نو مسلمانان ولې پردې ورځ اخته دي؟
دلته درته یو حکایت راوړم او تر حکایت مخکې د علم په هکله له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم څلور احادیث رانقلوم؛ ځکه په همدې حکایت پورې اړوند دي بیا به درته حکایت ووايم.
لومړی همدا حدیث دی، چې درته مې ووايه ((طلبُ العلم فریضة علی کل مسلمٍ))؛ یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان واجب ده.
هېڅ استثناء پکې نشته، ان د ښځې او سړي له اړخه هم پکې استثنا نشته؛ ځکه مسلم؛ یعنې مسلمان که سړی که ښځه، پردې سربېره د شیعه وو ځينې کتابونه؛ بحارالانوار یې رانقلوي، چې د “مسلمةٍ” ويى هم پکې وراضافه شوې ده. دا مطلب به بیا راوڅپړم.
دا حدیث وايي: د علم فریضه یوه عمومي فریضه ده، په ځانګړې پوړ او جنس پورې تړلې نه ده. ممکن یو څیز پر ځوانانو فرض وي او پر بوډاګانو نه وي، پر واکمن فرض وي او پر ولس نه وي، یا پر ولس فرض وي او پر واکمن نه وي، د سړي دنده وي او د ښځې نه وي؛ لکه د جُمعې لمونځ او جهاد، چې یوازې پر سړیو فرض دی او پر ښځو نه دی؛ خو دا فریضه، چې نوم یې علم دی او پر هر مسلمان فرض ده، هېڅ ډول ځانګړلی- اختصاص نه لري.
بل حدیث دا دی: ((اطلبو العلم من المهد الی اللحد))؛ یعنې په ټول عمر کې له زانګو تر قبره علم زده کړه.
یعنې علم وخت او فصل نه لري او په هر وخت کې باید له دې فرصته ګټنه وشي؛ لکه څرنګه چې لومړی حدیث د وګړیو، جنس او پوړ له مخې محدودیت هاخوا کړ او دې فریضې ته یې پراختیا ورکړه؛ نو دې حدیث ورته د وخت له اړخه پراختیا ورکړه. ممکن یوه دنده د وخت له اړخه محدودیت ولري او په هر وخت کې نشي کېدای، د ساري په ډول: فرضي روژې، چې وخت یې معلوم دی، چې د رمضان میاشت ده او ان لمونځ د شواروز د ساعت له اړخه معلوم وخت لري او يوازې په معلو مو وختونو کې کېږي. حج فرض دی؛ خو هر وخت نه کېږي، ځانګړی وخت لري، چې د “ذي الحجې” میاشت ده؛ خو د علم فریضه په هېڅ وخت او عمر پورې ځانګړې نه ده، که د روژې وخت د رمضان میاشت او د حج وخت د ذي الحجې میاشت وي او لمونځ هم هر یو په خپل وخت کې کېږي؛ نو د زده کړې وخت له زانګو تر قبره دی.
درېیم حدیث: ((اطلبو العلم و لو بالصین[4])) ؛ یعنې علم زده کړﺉ که څه،، په چین کې وي، که څه، دې ته اړ شئ، چې د نړۍ لرې سیمو ته ورپسې ولاړ شئ. ظاهرا داچې د “چین” نوم وړل شوی؛ نو لامل یې دا دی، چې هغه ورځ چین تر ټولو لرې سیمه وه، چې خلک ورتلل یا یې لامل دا دی، چې هغه وخت “چین” د علم او صنعت زانګو وه.
دا حدیث وايي: د علم زده کړه ځای او ټاکلی مکان نه لري؛ لکه څرنګه چې ټاکلی وخت هم نه لري. ممکن یو مکلفیت او فریضه د ځای او مکان له نظره محدودیت ولري او په ټولو ځایونو کې ونشي؛ لکه حج، چې ځای یې محدود دی. مسلمانان باید هرومرو د حج کړنې په مکه کې وکړي، چې د اسلام او توحید لمر ترې راختلی و او د نړۍ نورو ځایونو ته خور شو. مسلمانان نشي کړای یو له بل سره هوکړه وکړي، چې حج ته بل ځای وټاکي؛ نو دا مکلفیت له دې اړخه محدودیت لري؛ خو د علم د فریضې ترسره کولو ته هېڅ معلوم ټکی په پام کې نه دی نیول شوی، په کوم ځای کې، چې علم وي؛ نو هلته یې لاس ته راوړنه هم ده، که مکه وي، که مصر، عراق یا د نړۍ لرې سیمه، ختيځ وي که لویدیځ.
زده کړې ته لرې سیمو ته د تګ په هکله آیتونه او احادیث لرو.
((وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورا رَّحِيما[5]= او څوك چې له خپل كوره د الله تعالی او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛ نو اجر يې پر الله تعالی دى او الله تعالی بښونكى او مهربانه دى.))
دا آیت زده کړې ته د مسافرت او مهاجرت په هکله تفسیر شوی دی. په یو حدیث کې راغلي: ((لو علمتم ما فی طلب العلم لطبتموهُ و لو بسفک المهج و خوض اللحج))؛ یعنې که پوهېدای، چې د علم د زده کړې په پایله کې به کو مو نېکمرغیو ته ورسئ؛ نو ورپسې به تللي وای، که څه، په دې لار کې مو وینه تويې شوې وای یا داچې سیندونو ته ورګد شوي وای او سمندرونه مو پسې وهلي وای.
څلورم حدیث: ((الحکمة ضالة المومن و جدها فهو احق بها)) یا په دې تعبیر، چې ((کلمه الحکمة ضالة المومن فحیث وجدها فهو احق بها[6]))؛ یعنې حکمت له مؤمن ورک شوی دی او څوک چې څه ورک کړي او په هر ځای کې یې و مومي؛ نو بې ځنډه یې را اخلي. ((حکمت؛ یعنې مزبوته، سولیزه او سمه خبره او مطلب؛ یعنې د حقیقت لاس ته راوړنه. هر قانون او قاعده، چې له حقیقت سر اړخ ولګوي او له وهم او تخیلاتو جوړه شوې نه وي؛ نو “حکمت” دی. حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:”حکمت د مومن ورک شوى څيز دى، زده يې کړه، که څه، له منافقانو سره وي[7]. “
داسې تعبیرونه نور هم لرو، د ټولو غورچاڼ دا دی، چې د علم په زده کړه کې یوازېنی شرط دا دی، چې علم سم وي او له حقیقت او واقعيت سره اړخ ولګوي او چې له چا علم زده کوﺉ؛ کار ورسره مه لرﺉ، زده يې کړئ.
یو وخت داسې وي، چې سړی د یو مطلب په سموالي کې اړنګ لري؛ نو په داسې ځایونو کې هغوی چې د تشخیص والا نه دي؛ نو د هر چا خبرې ته دې غوږ نه ږدي او باید ځير شي، چې د نورو تر تلقین او اغیز لاندې رانشي، که په دې هکله ځيرنه و نه کړي؛ نو ښايي بې لارې شي؛ خو یو وخت داسې هم وي، چې جوته ده، چې خبره سمه ده، د ساري په ډول: په طب کې یوه علمي موندنه؛ نو په دې صورت کې ورشئ او ترې یاده یې کړﺉ.
په هر حال دې لړ احادیثو په علم کې د اړیکې له اړخه محدودیت هاخوا کړی، چې یو مسلمان یې د علم په زده کړه کې لري، د ساري په ډول: که یو مسلمان په چا پسې لمونځ کوي؛ نو شرط یې دا دی، چې باید مسلمان وي، مؤمن وي، عادل وي؛ خو په تعلیم او تعلم کې دا شرطونه نشته. ( یعنې مسلمان کړای شي، ان له نامسلمانه هم زده کړه وکړي)
اوس راځم هغه حکایت ته.
ګران ملګري “سید محمد فرزان” نقلوي: د مشروطیت په پیل کې “هبة الدین شهرستاني” په عراق کې په عربي ژبه د “العلم” مجله خپروله، چې د مجلې پر شا یې د “العلم” ویی ښه غټه په نستعلیق خط کښلې وه او څلورو خواوو ته یې پورتني څلور حدیثونه هم کښلي ول. یوه ورځ یو المانی مستشرق د شهرستاني لیدو ته راغی، و یې پوښتل: د مجلې پر شا څه کښل شوي دي؟ ورته وویل شول: دا د علم په هکله زموږ د پېغمبر اکرم څلور حکمونه دي او بیا ورته وژباړل شول: د علم زده کړه پر هر مسلمان، ښځې او نر فرض ده، له زانګو تر قبره علم زده کړه. علم زده کړﺉ که څه په چین کې وي، حکمت د مؤمن ورک شوی څیز دی او چې چېرې یې و موند؛ نو را اخلي یې او دې ته اهمیت نه ورکوي، چې خپل ورک شوی څیز د چا له لاسه اخلي.
دې مستشرق لږ څه فکر وکړ او بیا یې وویل: اه! تاسې داسې حکمونه لرﺉ، چې پېغمبر مو پر تاسې علم فرض کړی دی، نه د وګړیو له اړخه او نه هم د جنس له اړخه، نه د وخت له اړخه او نه هم د ځای له اړخه او همداراز په ښوونکي کې یې محدودیت نه دی ایښی او بیا هم دومره په ناپوهۍ کې پاتې شوي یاست او دومره نالوستي یاست؟!
واقعا دا پخپله یو معما ده، چې دا عمومي فریضه ولې دومره هېره شوې او فریضه نه ده پېژندل شوې، دا حکمونه ولي پلي نه شول؟البته دا ویل نه غواړم، چې دا حکمونه کله هم پلي نه شول؛ ځکه اسلام په نړۍ کې بې سارې علمي او فرهنګي خوځښت رامنځ ته کړ او په پېړیو پېړیو د بشریت د فرهنګ او تمدن بېرغچي و او دا خوځښت د هغه حکم منندوى و، چې اسلام د علم په هکله ورکړی و، دا څرنګه شونې ده، هغه دین، چې پر پېغمبر یې لومړی آیت د لیک، لوست، قلم، علم او تعلم دی.
((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ[9]= ولوله، د خپل پالونكې په نامه، چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [ پالونكى ]، چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول چې پرې نه پوهېده.))
هغه دین، چې لومړی آر یې توحید دی، چې په دې آر کې تقلید او تعبد کله هم جایز نه ګڼي او څېړنه او پلټنه پکې اړینه بولي، ایا داسې دین تمدن او فرهنګ او علمي خوځښت رامنځ ته نه کړ؟! خو په عین حال کې چې انسان دې حکمونو ته ګوري؛ نو ویني، چې په تېره، په دې روستیو پېړیو کې ډېر هېر شوی دی، چې پایله یې دا ده، چې وینو یې؛ نو باید وګورو، چې ددې چار لامل څه و؟
د اسلام د حکم د هېرېدنې لاملونه
په واقع کې ددې چار له لاملونو یو یې هغه پېښې وې، چې د مسلمانانو په اوضاع کې په پیل کې د خلافت په غونډالونو کې رامنځ ته شوې او بیا ورپسې وغځېدې، د مسلمانانو په ژوند کې ناخوالې رامنځ ته شوې، طبقاتي ټولنه رامنځ ته شوه، چې د اسلام له موخې سره کله هم اړخ نه لګوي، ټولنه وویشل شوه یو اړخ ته یې نشمتن او بدمرغه طبقه وه، چې په خورا زیار یې ځان ته ډوډۍ پیدا کوله او بل اړخ ته یې مړه او مغروره طبقه و، چې حیران ول له شته شتمنۍ سره څه وکړي. په عمومي ژوند کې، چې درز راپیدا شي؛ نو د دا شان حکمونو پلي کېدو ته پکې څه نه پاتېږي؛ بلکې داسې لاملونه پکې پیدا کېږي، چې دا شان احکام پلي نشي.
ځینې نور لاملونه ورته یادوي او مدعي دي، داچې د علم په هکله دا حکمونه پلي نشول؛ نو لامل یې دا و، چې یو حساب له یوه ځایه واخستل شو او په بل ځای کې کېښول شو او وايي داچې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي ول او لوستۍ ته یې څومره فضیلتونه ویلي ول؛ نو دا ټول هر څه پردې بدل شول، چې د عالم درناوى وشي او لاسونه یې موچې شي او خلک ددې پر ځای، چې پخپله لیک لوستي شي او تر کومه، چې شونې وي ځان او اولاد لیک لوستي کړي؛ نو د علماوو درناوی او خضوع یې پیل کړ، چې دا کار خورا فضیلت او اجر لري او پایله یې دا شوه، چې ده.
دا مطلب تر څه بريده سم دی؛ ځکه که څه، اسلامي علماوو او څېړونکيو داسې اړونه او تحریف نه دی رامنځ ته کړی؛ خو په رغيو او ساده لیکنو، چې د خلکو لاس ته ورغلي او په ممبرونو او معمولي موعظو کې خو سول هماغه و. اتفاقا د خلکو سرو کار له همدې لیکنو او همدې ممبرونو او موعظو سره و، نه د پلاني څېړونکي له وینا سره، چې په پلاني علمي کتاب کې یې پردې موضوع ویینه کړې ده. د ځینو اسلامي علماوو په څرګندونو کې که څه، نو موړی کوږوالی نشته؛ خو یو بل ډول جمود او انحراف پکې لیدل کېږي، چې د علم په هکله د اسلام د حکمونو د تورې په پسولو کې اغېز درلوده او هغه کوږوالی دا دی، چې د علماوو هره ډله په دې پورې ونښته، داچې رسول الله ویلي علم فریضه ده؛ نو موخه یې هماغه علم دی، چې موږ یې لرو.
په دې روستیو کې مې په دې هکله د فیض کاشاني “محجة البیضاء” کتاب ولید، چې ظاهرا ده هم دا خبره له امام غزالي (ره) رانقل کړې ده. غزالي وايي: د اسلام علماء ددې حدیث په تفسیر کې شل ډلې شوي او هر ډله، چې د هر علم او فن درلودونکې وه، و یې ویل، چې د حدیث موخه هماغه زموږ علم او فن دی. متکلمینو وویل: د آنحضرت ددې وینا “طلب العلم فریضة علی کل مسلم” موخه د کلام علم دی؛ ځکه د کلام علم د دین د آرونو علم دی. د اخلاق علماوو وویل: موخه یې د اخلاقو علم دی، چې سړی پوه شي، مُنجیات څه دي او مُهلکات څه دي. فقهاوو وویل: موخه یې احکام دي، چې اړین دي هر څوک دې یا مجتهد وي یا دې له مجتهده تقلید وکړي. مفسرینو وویل: موخه یې د تفسیر علم دی؛ ځکه د تفسیر علم د کتاب الله په هکله علم دی. محدثینو وویل: موخه یې د حدیثو علم دی او روایت دی، چې هر څه باید له قرآن عظیم الشان او حدیثه زده کړو. متصوفینو وویل: موخه یې د سیر وسلوک او د نفس د مقاماتو علم دی او همداراز نورو هم. . .
روسته بیا څرګندوي، چې که څه، پراخه نه دی؛ خو نسبتا پراخه دی. لنډه داچې د آنحضرت موخه په انحصاري ډول دا یو هم نه دی. که د رسول الله موخه په دې کې کومه ځانګړې څانګه وه؛ نو څرګنده کړې به یې وه، چې د کلام علم یا د اخلاقو علم یا د تفسیر یا د فقهې یا هم د حدیث علم. باید ولیدل شي، چې د اسلام له نظره کوم څيز فرض عین یا کفايي فرض دى، چې ددې مکلفیت د پوره کولو لپاره د علم زده کړه اړينه وي؛ نو باید وویل شي، چې د هغه علم زده کړه فرض او پکار ده.
په علو مو کې کار ویش هم د علو مو د تکامل معلول دی او هم یې لامل دی؛ یعنې علوم تدریجا وده کوي، څو دې پولې ته رسي، چې په ټولو چارو کې د یو کس څېړنه پکې ناشونې کېږي او له ناچارۍ دې وویشل شي او تخصصي څانګې دې پکې راپیدا شي؛ نو د کار ویش او په یو علم کې د تخصصي څانګو راټوکېدل د هغه علم د تکامل او پرمختګ پایله او معلول دی. بلخوا د تخصصي څانګو راپیدا کېدل، د کار ویش او په تخصصي څانګو کې د فکر تمرکز لا نور هم پرمختګ لامل شوى دى.
د نړۍ په ټولو علو مو؛ لکه طب، ریاضیاتو، حقوقو، ادبیاتو او فلسفه کې تخصصي څانګې راپیدا شوي؛ نوځکه خو دې څانګو پرمختګ هم کړی دی.
فقهاء یوه څرګندنه- اصطلاح لري، وايي: د علم وجوب، تهیوي نفسي وجوب دی؛ یعنې لکه د نورو واجبونو د سریزې په شان، چې خپلواک وجوب نه لري، د علم وجوب یوازې مقدمي وجوب نه دی؛ بلکې خپلواک – استقلالي وجوب دی. په عین حال کې علم له دې اړخه واجب دی، چې انسان چمتوکوي، چې وکړای شي، نورې دندې ترسره کړي.
فقهاء دا تهیوي وجوب يوازې د احکامو په یادولو پورې ځانګړى ګڼي او داسې فرضېږي، چې د اسلامي دندو ترسره کول په دې پورې اړوند دي، چې مسلمانان دې پر خپله دنده پوه شي او و یې پېژني او همداچې دنده یې وپېژنده؛ نو پخپله به یې په ترسره کولو وسمن وي؛ نو علم، چې یوه فریضه ده؛ نو دا ده، چې مسلمان په دنده پېژندنه کې یا مجتهد وي یا مقلد.
حال دا څرګند دي، هماغسې، چې دنده پېژندنه او د دیني حکمونو یادول اړین دي، ډېری کارونه، چې د دین په حکم فرض او واجب دي، هغه کارونه دي، چې خپله دا کارونه علم، زده کړې او مهارت ته اړتیا لري. د ساري په ډول: طبابت کفايي فرض دى؛ خو ددې فریضې ترسره کول، بې له درس او د طب له علمه ناشونې ده؛ نو ددې علم زده کړه فریضه ده او همداراز نور ډېر څیزونه هم.
باید ولیدل شي، چې څه ډول چارې دي، چې د اسلامي ټولنې له نظره لازم او واجب دي او هغه کار بې له یادولو او تعلیم او تعلمه په ښه توګه نشو ترسره کولای؛ نو ددې کار علم واجب دی.
د علم فریضه له هر اړخه د ټولنې د اړتیا په کچې پورې تړلې ده. یو ورځ داسې وه، چې کرهڼه، د اړتیا وړ صنایع او سوداګري او سیاست یو هم د علم زده کړې ته اړتیا نه درلوده. خلکو به لنډې مودې ته له پښ، ترکاڼ، سوداګر یا هم د یو سیاستوال یا صنعتګر یا سوداګر تر لاس لاندې کار کاوه او سیاستوال، صنعتګر یا سوداګرېده به؛ خو نن نړۍ بدله شوې او د ټولنې اړتیاوې بدلې شوي، دا ټول کارونه، چې له نننۍ نړۍ سره اړخ ولګوي او د ژوند له قافلې سره همغږې شي؛ نو بې له علم او زده کړې شونې نه دي. ان کرهڼه هم باید پر علمي او فني آرونو وي. یو سوداګر، چې د اقتصاد زده کړه نه وي کړي؛ نو په تول پوره سوداګر نشي کېدای. یو سیاستوال، چې د سیاست زده کړه نه وي کړي؛ نو په نننۍ نړۍ کې په تول پوره سیاستمدار نشي کېدای. نن داسې ورهڼګري – کارو کسب پیدا شوي، چې بې له درس او تخصصه شونې نه دي. هغه ډول کارونه، چې پخوا به د ساده تمرین یا هم د یو کس تر لاس لاندې د لنډې زدکړیالۍ په تېرولو کېدل، نن یې دومر توپېر کړى، چې بې له مسلکي لیسو یا فني ښوونځیو نشي یادېدلای. زیاتره کارونه ټکنیشن او فني کارپوه ته اړتیا لري.
د اسلامي ټولنې د عزت او خپلواکۍ آر
باید څو آرونو ته پام وکړو، یو داچې اسلام څرنګه ټولنه غواړي؟ که څه، څرګنده ده، چې اسلام داسې خپلواکه ټولنه غواړي، چې پر خپلو پښو ولاړه وي. اسلام نه خوښوي، چې مسلمان ملت دې د بل تر لاس لاندې وي، ((وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلا[10]= او الله تعالی هېڅكله د مؤمنانو پر(زيان ) كافرانو ته ( د لاسبرۍ) لار نه ده جوړه کړې.)) اسلام نه خوښوي، چې مسلمان ملت دې تل بل ته د پور یا بلاعوضه مرستې لاس وراوږد کړي، اسلام نه خوښوي، چې اسلامي ټولنه ټولن وټیزه خپلواکي ونه لري او دا هم نه خوښوي همداچې په مسلمانانو کې کوم رنځور پیدا شي او خپله ډاکتر او بسیا اوزار و نه لري او رنځور غیر مسلمان ملتونو ته بوځي؛ دا یو آر.
علم د عزتونو او خپلواکیو سټه ده
بل آر دا دی، چې په نړۍ کې بدلون رامنځ ته شوی، چې هر څه پر علم څرخي او د ژوند څرخ هم د علم پر چورلید ایښول شوی دی. د بشر د ژوند ټولې چارې په علم پورې تړل شوي دي، داسې چې د بشر د ژوند یوه چاره ترسره کول هم بې د علم له کونجې شونې نه ده.
د علم فریضه، د نورو فریضو کونجي ده
بل آر داچې د نورو وګړیزو او ټولنیزو مکلفیتونو او دندو ترسره کول د علم په فریضې پورې تړاو لري. د علم فریضه نورو فریضو او اسلامي موخو ته یو ډول کونجي پېژندل شوې ده او د فقهاوو په څرګندنه تهیوي واجب دی او په پایله کې که د مسلمانانو د ژوند چارې داسې بڼه غوره کړي، چې علم ته یې لا ډېره اړتیا پیدا کړي؛ نو د علم فریضه به لاپسې عمومي اهمیت او پراختیا و مومي.
بله مسله داده، چې بايد عقل او علم يو له بل سره وي. که انسان تفکر وکړي؛ خو اطلاعات يې کمزوري وي؛ نو د هغه کارخانې په څېر به وي، چې يا يې خام/ اومه توکي لږ يا يې نه لري؛ نو قهرا نشي کړاى کار وکړي يا محصول/ یېبره يې لږه وي او محصول په دې پورې اړه لري، چې کارخانې ته اومه توکي ورسي او که کارخانه اومه توکي ډېر ولري او که کار و نه کړي؛ نو بيا هم ماته ګوډه ده او توليدات به نه لري.
امام صادق (رح) وايي: هشامه! عقل او علم بايد يو ځاى وي. و مو ويل: علم زده کړه او لاس ته راوړنه ده، د خامو توکيو د لاس ته راوړو په شان ده؛ عقل، تفکر استنتاج او شننه ده.
بيا امام د عنکبوت سورت په ٤٣ آيت استنباط کوي: ((وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ = دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يوازې پوهان پرې پوهېږي. ))
ګورئ، چې څرنګه عقل او علم سره يو ځاى شوي دي.
د علم او عقل د يوځای والي لزوم
اوږد حديث دى، چې زه يې په لنډو راخلم:
بيا يې وويل: خو يوازې عقل هم يوازې بسيا نه دى، عقل بايد له علم سره يو ځاى کړو؛ ځکه عقل طبيعي او غريزې حالت لري، چې هر څوک يې لري؛ خو علم عقل روزي، عقل بايد په علم وروزل شي.
په نهج البلاغه کې راغلي: علم دوه دي: يو اورېدل شوى؛ يعنې له بهره زده شوى او بل مطبوع علم.
مطبوع علم هغه دى، چې د انسان له خټې او طبيعته سرچينه اخلي؛ هغه علم، چې انسان له بله نه وي زده کړى؛ نو څرګنده ده، چې د ابتکار ځواک يې دى. بيا وايي: (( وعلم مسموع))؛ يعنې که علم مطبوع نه وي؛ نو ګټه نه لري او واقعا هم داسې ده.
ددې آرونو له ټولګې پایله اخستل کېږي، چې د مسلمانانو عمومي او شرعي دنده دا ده، چې علم ته مخه کړي او عمومي ښوونې پر هر وګړي واجب کړي.
فقهاء د علم پر فریضې پر دوو ځایونو کې نیوکه کوي: یو د فقهې په آرونو کې د “برائت آر” په ويينه کې له دلیله د “وجوب فحص” په مسله کې او بل د “استحباب” په مسله کې یا په سوداګرۍ کې د تفقهه پر اړتیا او ممکن پر واجباتو د مزدورۍ – اجرت پر اخستنې کې هم دې مطلب ته اشاره وشي او لکه چې مې وویل: په دې فریضه کې د فقهاوو نظر زیاتره دې ته دی، چې مسایل او احکام باید زده شي.
که دا خبره سمه وي، چې مذکرې صيغې نارينه وو ته ځانګړې وي؛ نو د ښځې استدلال سم دى او که کومه ښځه د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛ نو بايد ووايو، چې په اسلام کې ددې دليل د بطلان لپاره دليل او ان کوم آيت نشته او ان آيت شته، چې وايي: ((وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ[11])) نه داچې ((خاتم النبيين و النبيات))؛ نو د قرآن کریم آيت هم دليل نه دى؛ نو بايد ووايو: موږ په اسلام کې هېڅ دليل نه لرو، چې تر حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) روسته به ښځمنه پېغمبره نه راځي؛ خو اړنګ نشته دلته ښځمنه او نارينه اوڅار نه دي.
[1] (زمر/۹)
[2] (کافي ۱ /۳۰)
[3] ( دا وینا پر ۲۹/ ۱۰ / ۱۳۴۰ کې شوې ده. )
[4] (بحارالانوار ۱ / ۱۸۰)
[5] (نساء/۱۰۰)
[6] ( بحارالانوار ۲/ ۹۹)
[7] (نهج البلاغه/ ۸۰ حکمت)
[8] وګ: (بحارلانوار۲/۹۲)
[9] (علق ۱- ۵)
[10] (نساء/۱۴۱
[11] (احزاب: ٤٠)