د غدير پېښه تلپاتې ده د حكيم خداى اراده ده،چې د غدير تاريخي پېښه په ټولو وختونو او پېړيو كې د ژوندي تاريخ په څېر پاتې شي او اسلامي ليكونكيو په هر پېر كې د تفسير،تاريخ،حديث او كلام په کتابو كې ددې موضوع په باب خبرې وكړي او مذهبي شخصيتونه په هر ځاى كې د […]
د غدير پېښه تلپاتې ده
د حكيم خداى اراده ده،چې د غدير تاريخي پېښه په ټولو وختونو او پېړيو كې د ژوندي تاريخ په څېر پاتې شي او اسلامي ليكونكيو په هر پېر كې د تفسير،تاريخ،حديث او كلام په کتابو كې ددې موضوع په باب خبرې وكړي او مذهبي شخصيتونه په هر ځاى كې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د فضايلو په باب خبرې وكړي او ددې پېښې د تلپاتېينې لامل هم د مائدې سورت 3 او 67 آيتونه دي او څو قرآن ژوندى او تلپاتې وي؛نو دا پېښه به هم تلپاتې وي.
د تاريخ له لوستو جوتېږي،چې د “ذي الحجة الحرام” اتلسمه په مسلمانانو كې د”غدير” پر اختر مشهور دى. تر دې چې “ابن الخكان” د “المستعلي ابن المستنصر” په باب وايي:
(( په 487 کال كې،چې د “غدير” د اختر ورځ د ذي الحجة الحرام اتلسمه وه؛ نو خلكو ورسره بيعت وكړ.)) (421)
او د “المستنصر بالله العبيدي” په باب ليكي: (( په 487 کال كې د ذي الحجة الحرام مياشت ته 12 شپې پاتې وې،چې مړ شو، دا شپه هماغه د غدير د اختر شپه وه.)) (422)
“ابوريحان بيروني” د الآثار الباقيه په 395 مخ کې ليكلي: (( غدير د مسلمانانو اختر و او نمانځه يې.)) (423)
پېغمبر اکرم د غدير پر ورځ مهاجرو او انصارو او خپلو ښځو ته حكم وكړ، چې “علي” (ک) ته ددې ستر فضيلت مباركي وركړي.
حضرت “زيد بن ارقم” وايي:(( له مهاجرو حضرت “ابوبكر”،حضرت “عمر”،حضرت “عثمان”،حضرت “طلحه”، او حضرت “زبير” لومړي كسان وو، چې له “علي” (ک) سره يې بيعت وكړ او د بيعت مراسم تر ماښامه روان وو.))
“ثعالبي” هم دې ورځې ته د مسلمانانو د اختر ورځ ويلې ده. (424)
ددې پېښې پرتلپاتېينه نور دليلونه
ددې پېښې ارزښت ته همدومره بس،چې يو سلو لسو اصحابو رانقل كړې ده؛ البته ددې خبرې مطلب دا نه دى،چې له هغې سترې غونډې يوازې همدې كسانو دا پېښه نقل كړې؛بلكې مطلب مو دا و،چې د اهلسنتو په کتابو كې يوازې ددې يو سلو لسو تنو نومونه ليدل كېږي.
سمه ده،چې پېغمبر اکرم خپله دا خبره په سل زريزه ټولنه كې كړې وه؛خو پكې زيات داسې هم وو،چې د “حجاز” له لرېو سيمو راغلي وو، چې حديثونه ترې نه دي رانقل شوي او ځينو چې دا پېښه نقل كړې، تاريخ پرې نه دى برلاسى شوى،چې حديثونه يې ثبت كړي او كه ثبت شوي هم وي؛نو موږ ته سم نه دي رارسېدلي.
دويمه اسلامي پيړۍ،چې د تابعينو زمانه وه،دا پېښه 89 تنو نقل كړې ده. په نورو پېړيو كې د “غدير” د حديث راويان ټول د اهل سنتو عالمان دي .
360 تنو دا حديث په خپلو کتابو كې راوړى،چې زياتو پريى سمون منلى دى. په درېيمه پېړۍ كې 92 تنو، په څلورمه پېړۍ كې 643 تنو،په پينځمه پېړۍ كې 24 تنو،په شپږمه كې 20 تنو،په اوومه كې 21 تنو، په اتمه كې 18تنو،په نهمه كې 16تنو، په لسمه كې147 تنو،په يوولسمه كې 12 تنو،په دولسمه كې 13 تنو، په ديارلسمه كې 12 تنو او په څوارلسمه پېړۍ كې 14 عالمانو دا حديث نقل كړى دى.
ځينو يوازې ددې حديث پر نقلولو بسنه و نه کړه؛بلكې پر اسنادو او مصادرو يې هم كتابونه وليكل.
ستر اسلامي مؤرخ؛”طبري” په دې باب د “الولايه فى طرق حديث الغدير” كتاب او دا حديث يې له 75 لارو له پېغمبر اکرم رانقل كړى دى.
“ابن عقده كوفي” د ولايت په رساله كې له 105 تنو دا حديث رانقل كړى دى.
“ابوبكر محمد بن عمر بغدادي”،چې پر “جمعاني” مشهور و، دا حديث له 25 لارو نقل كړى دى.
له حديث پوهانو:
“احمد بن حنبل شيباني”په 40 سندونو،”ابن حجر عسقلاني”په 25، “جرزي شافعي په80، “ابوسعيد سجستاني”په120،”اميرمحمد يمني”په 40، نسائي په 250،”ابوالعلا همداني”په 100 او “ابوالعرفان حبان” په 30 ا سنادو دا حديث راخيستى دى .
26 تنو ددې تاريخي پېښې په باب ځانله كتابونه ليكلي او كېداى شي داسې كسان هم وي،چې ددې پېښې په باب يې رساله يا كتاب ليكلى وي،چې په تاريخ كې يې نوم نه وي ثبت شوى.
دا ټولي سرشمېرنې د “الغدير” كتاب له لومړي ټوكه راخيستل شوې دي.
د شيعه مذهب عالمانو هم ددې تاريخي پېښې په باب ارزښتناك كتابونه ليكلي،چې بېلګه يې علامه اميني ليکلى “الغدير” نومې كتاب دى.
بيا يې وويل:
((خلكو! اوس د وحې پرېښته راغله او دا آيت يې راووړ: “اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتى و….” ؛يعنې نن مې تاسې ته ستاسې دين پوره كړ او نعمت مې درباندې بشپړ کړ او اسلام مې ستاسې دين غوره کړ.
پر دې مهال پېغمبر اکرم د تكبير نارې پورته کړې او ويې ويل: (( د خداى شكر،چې خپل دين يې پوره كړ او نعمت يې پاى ته ورساوه او د “علي” په وصايت، ولايت او ځايناستې خوشحاله شو.))
بيا پېغمبر اکرم راكوز شو او “علي” (ک) ته يې وويل: (( په خېمه كې كېنه،چې د اسلام شخصيتونه درته مباركي دركړي او تر ټولو مخکې شيخونو ورته مباركي وركړه او ورته يې خپل “مولى” ووايه.))
“حسان بن ثابت” له وخته په ګټنې او له پېغمبر اکرم نه په اجازه شعر ووايه، چې موږ يې دوه بېته راوړي دي:
((“علي” ته يې وويل: راپاڅه، چې ته مې خپل ځايناستى كړې او تر ځان وروسته مې د خلكو لارښوونكى وټاكلې. زه چې د چا مولى يم؛ نو “علي” يې هم دى. تاسې،چې ورسره د زړه له كومې مينه لرئ؛نو لاروي يې وكړئ.))
دا حديث د حضرت “علي”(ک) فضيلت راښيي،چې خپله يې هم په بېلابېلو وختونو كې پرې استدلال هم كړى دى.
******
په خُم غدير كې د ځايناستي تر مراسمو وروسته، له “شام” او “مصره” راغلي، ټول په “جحفه” كې له پېغمبر اکرمه بېل شول او خپلو سيمو ته روان شو او هغوى،چې له “حضر موت” او “يمن”راغلي وو، همدلته او يا لږ مخکې د حج له كاروانه بېل او خپلو سيمو ته روان شول؛ خو هغه لس زره تنه، چې له پېغمبر اکرم سره راغلي وو، ټول ورسره مدينې ته ستانه شول او لسم هجري كال لا پاى ته نه و رسېدلى، چې مدينې ته راورسېدل.
پېغمبر اکرم پوهېده،چې د “روم” قوي دولت د اسلام له نفوذه وېرېده او هم دا،چې پېغمبر اکرم يهوديت له عربستانه وايست او له ځينو مسيحيانو باج هم اخلي؛نو روميان به ډېر پر غوسه وي. پېغمبر اکرم د روميانو خطر له پخوا جدي نيولى و؛نو ځكه يې پر اتم هجري كال د حضرت”جعفر ابن ابيطالب”،حضرت”زيد بن حارثه” او حضرت”عبدالله رواحه”(رضى الله عنهم) په مشرۍ لښكر د روميانو سيمې ته ولېږه، چې په دې جګړه كې د اسلام دا درې واړه لوړ پوړي افسران شهيدان شول او د حضرت “خالد بن وليد” د تدبيرونو او پوځي تګلارې پايله وه،چې مسلمانان ژوندي؛خو بې له بري مدينې ته راستانه شول.
پر نهم هجري كال،پېغمبر اکرم ته خبر راورسېد، روميانو پر “حجاز” د بريد تيارى نيولى و؛ نو په خپله پېغمبر اکرم له درې زرو تنو سره “تبوك” ته ولاړ او بې جګړې مدينې ته راستون شو؛نو ځکه پېغمبر اکرم د روميانو خطر جدي انګېره. پېغمبر اکرم، چې له وروستي حجه راستون شو؛نو له مهاجرو او انصارو يې لوى لښكر جوړ كړ،چې پکې د اسلام پېژندل شوي شخصيتونه؛لكه حضرت “ابوبكر”، حضرت “عمر”، حضرت “ابي عبيده” او حضرت “سعد بن وقاص” (رضى الله عنهم) او… هم شامل وو.
(د “ابن هشام” سيرة،٢ ټوک،٦٤٢ مخ.)
همداسې پېغمبر اکرم حكم وكړ: ((هغه ډله مهاجر،چې له ټولو مخکې مدينې ته مهاجره شوې؛ټول بايد په جګړه كې برخه واخلي.))
پېغمبر اکرم د مسلمانانو د ديني احساساتو راپارولو ته په خپل لاس “اسامه” ته بيرغ وتاړه او ورته يې وويل:((د خداى په نامه او خداى ته وجنګېږه، له دښمن سره وجنګېږه،سهار وختي د “انبا” پر خلكو بريد وكړه او دا واټن دومره په بيړه ووهه،مخكې له دې،چې د رسېدو خبر دې ورسېږي، ته او سرتېري دې ورو رسئ.)) (425)
د اهل سنتو سرچينې د بيرغ تړلو مراسم د صفر پر شپږ ويشتمه بولي او دا،چې هغوى د پېغمبرد وفات ورځ د ربيع الاول دولسمه بولي؛ نو دا ټولې پېښې،چې وروسته به وويل شي،کيداى شي، په شپاړسو ورځو كې پېښې شوې وي.
د شيعه مذهب سرچيني د پېغمبر اکرم د وفات ورځ د صفر اته ويشتمه بولي؛ نو دا مراسم بايد د صفر له 28 مې څو ورځې مخکې سرته ورسي.
حضرت”اسامه” بيرغ “بريده” ته وركړ او “جرف” د “شام” پر لور- له مدينې درې ميله لرې – يې خپل لښكرتون كړ، چې سرتېري هلته راټول شي او ټول پر ټاكلي وخت روان شي.
پېغمبر اکرم يو زلمى د لښكر چې د انصارو او مهاجرو مشران يې هم تر لاس لاندې وو بولندوى وټاکه او دليل يې دا و، چې :
1_غوښتل يې د حضرت “اسامه” هغه مصيبت جبران كړي،چې پلار يې له روميانو سره په جګړې كې شهيد شوى و او شخصيت يې ونمانځي.
2_پېغمبر اکرم ددې غورونې له لارې غوښتل د كار د ويش قانون د شخصيت او لياقت له مخې راژوندى كړي او ښكاره خلكو ته ووايي، چې ټولنيز منصبونه او مقامونه بې له لياقت او كارپوهې بل څيز ته اړتيا نه لري او په عمر پورې اړه نه لري، چې هغه ځوانان،چې لياقت لري،ځانونه يو لړ ټولنيزو مسئووليتونو ته چمتو كړي او پوه شې،چې په اسلام كې مقام او منصب له لياقت او كارپوهې سره نېغه اړيکه لري؛نه له عمر او كلونو سره.
واقعي اسلام هماغه د الهي ښوونو پر وړاندې نظم ښوول دي او حقيقي مسلمان هغه دى،چې دې حکمونو ته د جګړې د سرتېري په څېر غاړه کېږدي او د زړه له كومې يې ومني،كه پر ګټه يې وي يا تاوان، له غوښتنو سره يې سمون لري او که نه.
حضرت “علي” د اسلام حقيقت داسې ښوولى دى:(( اسلام حکمونو ته يې غاړه ايښوول دي.)) (426)
هغوى،چې د اسلام د حکمونو په عملي كولو كې توپير كوي او چېرې،چې د اسلام حکمونه يې له دنننيو غوښتنو سره سمون نه لري؛نو ژر په نيوكو لاس پورې كوي او په ډول ډول پلمو يې له اوامرو غاړه غړوي،چې اسلامي نظم او انضباط نه لري او د واقعي تسلمېدو چې د اسلام بنسټ دى ځانګړنه نه لري.د حضرت “اسامه بن زيد” په څېر د تنكي ځوان مشري،چې عمر يې لا شلو كالو ته هم نه و رسېدلى؛نو ځکه د حضرت “اسامه” مشري منل، هغو اصحابو ته ډېره سخته وه،چې تر “اسامه” مشران وو؛ نو په نيوكو يې لاس پورې كړ او هغه څه يې وويل،چې راو يې ښوول اسلامي نظم او د اسلام د احکامو پر وړاندې د اېلتيا ځانګړنه يې نه درلوده او د خبرو محور يې دا و، چې ولې پېغمبر اکرم يو تنكى ځوان د سترو اصحابو بولندوى ټاكلى دى. (427)
هغوى ځان تر پېغمبر اکرم ډېر هوښيار ګاڼه او د دې كار له مصالحو خبر نه وو او چارې يې په خپل وړوكي عقل او شخصي معيارونو سنجولې.
سره له دې،چې پوهېدل پېغمبر اکرم د لښكر پر لېږلو خورا ټينګار كوي؛خو پټو لاسونو د دې لښكر د يون مخه نيوه او په پټه يې ورانى كاوه.
پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم حضرت “اسامه” ته د جګړې بيرغ وركړ؛نو سختې تبې،چې سرخوږ هم ورسره و،پر كټ كړ.دا ناروغۍ څو ورځې اوږده شوه،چې ترې وفات هم شو.
په ناروغۍ كې خبر شو،چې ځينې د حضرت “اسامه” پر مشرۍ نيوكې او د لښكر د حركت مخنيوى كوي.له دې خبرې خورا خپه او پر غوسه شو. پر ناروغه ځان،چې يو دسمال يې پر اوږه او په بل يې سرتړلى و،جومات ته روان شو،چې مسلمانان ددې سرغړونې له خطره ووېروي. له هغې سختې تبې سره پر منبر كېناست او تر ثنا وروسته يې وويل:
(( خلكو! زه د لښكر د حركت پر ځنډ ډېر خپه يم. كه د “اسامه” د مشرۍ منل ځينو ته ګران وي او نيوكو کوئ؛ نو دا نيوكې او سرغړونې مو نوې خبره نه ده،مخکې مو د هغه د پلار پر مشرۍ نيوكې كولې. پر خداى قسم ! هم يې پلار او هم يې زوى دې منصب ته وړ وو، هغه پر ما ګران دى.خلكو!ورسره نېكي وكړئ او نور هم ورسره نېكۍ ته راوبلئ؛ځكه هغه په تاسې له نېكانو ځنې دى.))
پېغمبر اکرم په همدې ځاى كې خپلې خبرې پاى ته ورسولې او له منبره راكوز شو او سختې تبې ونيو او په بستره كې وغځېد او هغه اصحاب،چې د پېغمبر اکرم پوښتنې ته راتلل،ټولو ته ويل، چې د “اسامه” لښكر ته حركت وركړئ.(428) او پر هغوى دې لعنت وي،چې له دې لښکره بېليږي او په مدينه کې پاتې کېږي.
وګورئ: ملل و نحل شهرستاني:څلورمه سريزه،٢٩ مخ او همداسې: د ابن ابي الحديد معتزلي شافعي د نهج البلاغې شرح،٢/٢٠
دا سپارښتنې ددې لامل شوې،چې ځينې انصار او مهاجر د پېغمبر اکرم د خوشحالۍ لپاره د هغه حضور ته ورتلل،چې هرومرو له لښکر سره يو ځاى کېږو. په هغو دوو درېو ورځو كې،چې “اسامه” د لښكر په تيارولو بوخت و،له مدينې به ورته د پېغمبر اکرم د ناروغۍ د سختېدو خبرونه راتلل، چې تګ ته يې د لښكر هوډ سستاوه،څو د لښكر بولندوى پېغمبر اکرم ته راغى او د هغه په مبارکه څېره کې يې د ښه والي نښې حس کړې.
پېغمبر اکرم ورته وويل:(( له واره دې لښكر ته روان كړه.))
“اسامه” لښكرځاى ته ولاړ او د حركت حكم يې وكړ. تر اوسه لښكر لا له “جرف” نه و وتلى، چې له مدينې خبر راورسېد چې د پېغمبر اکرم ځنكدن دى. ځينې چې په پلمې پسې ګرځېدل او 16ورځې يې په ډول ډول پلمو د لښكر د تګ مخنيوى كړى و،د پېغمبر اکرم ناروغي يې پلمه كړه او مدينې ته راستانه شول او ورپسې د لښكر نور كسان هم مدينې ته راستانه شول او د ځينو د بې انضباطۍ له امله د پېغمبر اکرم پر ژوندون حكم ته يې د عمل جامه ور وانه غوستاى شوه.(429)
بقيع والو ته د بښنې غوښتنه
پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم د ناروغۍ احساس وكړ؛نو د حضرت “علي” لاس يې ونيو او هغوى،چې ورپسې وو،د “بقيع” هديرې ته روان شو او و يې ويل:(( خداى راته دنده راكړې،چې بقيع والو ته بښنه وغواړم))؛د بقيع هديرې ته چې ورسېد؛نو و يې ويل:(( پر تاسې دې زما سلام وي .اى چې تر خاورو لاندې ياست!په كوم حال كې،چې ياست،پر تا سې دې مبارك وي، فتنې د تورې شپې په څېر مخ کړى او سره تړل شوي دي.))
بيا يې “بقيع والو” ته دعا وكړه او “علي” (ک) ته يې وويل:
(( د دنيا د خزانو كونجيانې او په دنيا كې ژوند يې راته راووړ او زه يې د دنيا او د خداى د ملاقات او جنت ته د تلو ترمنځ واکمن كړم؛ خو ما د خداى ملاقات او جنت غوره كړ. د وحې پرېښتې به هر كال يو ځل قرآن راووړ؛ خو سږ كال يې دوه ځل راووړ او مانا يې داده،چې اجل مې رارسېدلى دى.)) (430)
څوك،چې دنيا ته په مادي سترګو ويني،ښايې شك وكړي او له ځان سره ووايي: څرنګه څوك له ارواحو سره خبرې کړاى شي؟ او څرنګه كېداى شي ورسره اړيکه ټينګه كړي؟ څرنګه كېداى شي انسان له خپل مرګه خبر وي؟؛خو هغوى له روح سره له اړيكو نه منكرېږي او ورته شونې او واقعي كار وايي،چې د ماديت دېوالونه يې نړولي وي.
پېغمبر اکرم،چې د وحې له نړۍ سره په اړيکه كې و؛نو دا منلې ده، چې له خپل مرګه به خبر وي.
-
ټیګونه:
- د غدير پېښه تلپاتې ده