تبلیغات

ځینې ‏وايي،چې د کورنیو په حقوقو کې دې له لویديځو سیستمو ‏ لاروي وشي او غټ دلیل یې دا دی،چې ‏ وخت ‏بدل شو‏ی او د شلمې پېړۍ غوښتنې داسې دي اوکه په دې اړه مو خپل اند څرګند نه کړ؛نو نورې ویینې به مو نیمګړې وي . که په دې اړه بسیا پلټنه وشي؛نو […]

ځینې ‏وايي،چې د کورنیو په حقوقو کې دې له لویديځو سیستمو ‏ لاروي وشي او غټ دلیل یې دا دی،چې ‏ وخت ‏بدل شو‏ی او د شلمې پېړۍ غوښتنې داسې دي اوکه په دې اړه مو خپل اند څرګند نه کړ؛نو نورې ویینې به مو نیمګړې وي .

که په دې اړه بسیا پلټنه وشي؛نو د مقالو په دې لړۍ کې نه ځایېږي؛ ځکه ډېر مسایل باید وڅېړل شي،چې ځینې یې فلسفي،ځینې یې فقهي او نور یې اخلاقي او ټولنیز دي . هیلمن یم، چې د “اسلام او وخت غوښتنې”په نامه په رساله کې داشان مسایل راونغاړم ،اوس بسیا ده، چې دوه مطلبونه روښانه شي :

یو دا چې د وخت له بدلونو سره همغږي څه ساده کار نه دی،چې بې خبره مدعیانو انګېرلې . په وخت کې،هم پرمختګ شته او هم کوږوالی،له پرمختګ سره یې باید مخکې ولاړ شو او له کوږوالي سره یې باید مبارزه وکړو.دا چې دا دواړه یو له بله وپېژنو؛نو هغه نوي بهیرونه او ښکارندې،چې په وخت کې راټوکېږي،له کومو منابعو سرچینه اخلي او په کوم لوري روانې دي،باید ولیدل شي د انسانانو له کومو لېوالتیاوو او د ټولنیز قشر له کوم قشره یې سرچینه اخستې ده؟ د انسانانو له ستر او انساني لېوالتیاوو او که له پرېوتو حیواني لېوالتیاوو یې سر چینه اخستې ده؟ ایا د پوهانو او علماوو بې عرضانه پلټنې ددې بهیر په رامنځ ته کېدو ونډه لري او که د ټولنې فاسد،پیسه چوت او ځانپاله پوړ ؟ دا مطلب په مخکېنیو مقالو کې روښانه شو.

 

په اسلامي قوانینو کې د نرموالي او خوځندۍ راز

بل مطلب چې باید روښانه شي دا دی : اسلامي اندیالان ګروهمن دي،چې په اسلام کې یو راز او رمز دی،چې دې دین ته یې د وخت له غوښتنو سره د اړخ لګونې ځانګړنه وربښلی ده او ګروهمن دي،چې دا دین د وخت په پرمختګ او د فرهنګ ‏ له پراختیا او له لاس ته راغلیو بدلونو سره یې همغږی دی . ګورو،چې دا رمز څه دی او په بله وینا: هغه “میخ اوچوړۍ” چې ددې دین په جوړښت کې کارېدلي او ورته یې د خوځیزه- تحرک ځانګړنه ورکړې او بې له دې،چې یو حکم یې هم شا ته وغورځول شي،د علم او کلتور له لاس ته راغلي بدلونو سره همغږي کړای شي او کوم ټکرهم په کې نه رامنځ ته کېږي؛نو دا څه دي؟ دا مطلب باید په دې مقاله کې روښانه شي.

د ځینو لوستونکیو دې ته پام دی او زما هم،چې دا مطلب فني او تخصصي بڼه لري او یوازې په کارپوهيزو چاپېریالو کې دې وړاندې شي؛خو ددې مسئالې په مینه والو او پوښتونکیو کې تل ډېری بدکڅي هم شته،چې ورسره لاس و ګرېوان یو او دوی باور نه کړي،چې په اسلام کې به داشان ځانګړنه وي؛خو تر کومه چې دا بدبینان له بدبینۍ راوباسم او نورو ته بېلګه وښیم؛نو مطلب ته ورننوځم .

دا چې لوستونکي پوه شي،چې دا مسایل د ‏علماوو له نظره هم لرې نه دي پاتې؛نو په دې اړه لاندې کتابونه هم وګورﺉ : “تنبیه الامه” مرحوم آیت الله ناییني،”مرجعیت و روحانیت” علامه طباطبايی د ولایت او زعامت برخه .

دا چې د اسلام سپېڅلی دین ثابت او نه بدلېدونکي قوانین لري او د تمدن او فرهنګ له پراختیا او د ژوند له بدلېدونکي بهیر سره اړخ لګوي؛نو څو څیزونه دي،چې څېړو یې.

 

روح او مانا ته پاملرنه او د قالب او شکل پر وړاندې بې پروايي

۱- اسلام د ژوند ظاهري شکل نه دی څېړلى،چې په بشپړ ډول‏ د بشر په پوهې پورې اړه لري . اسلامي احکام د ژوند په روح،مانا،موخې او غوره لارې پورې اړه لري،چې بشر باید د هغو موخو لاس ته راوړنو ته پرې ولاړ شي . علم نه د ژوند روح او موخه بدلولای شي او نه یې د ژوند موخو ته د رسېدو په موخه لنډه او بې خطره لار ښوولې ده. علم تل د ژوند موخو ته د رسېدو لپاره غوره او بشپړ وسایل برابروي.

دا چې اسلام پخپله ولکه کې موخې ایښي او د علم او فن په ولکه کې یې شکلونه،صورتونه او اوزارونه ایښي؛نو په دې ډول یې د تمدن او فرهنګ د پراختیا له هر ډول ټکره ځان ژغورلی دی او د تمدن د پراختیايي لاملونو؛یعنې علم،کار،تقوا،ارادې،همت او استقامت په هڅونې ‏یې د تمدن د اصلي پرمختګ د لامل دنده پر غاړه اخستې ده .

اسلام د بشر په لار کې شاخصونه ښخ کړي دي.دا شاخصونه له یوې خوا موخې راښيي او بلخوا د خطر په نښو کوږوالی،پرېوتنې او پوپناه کېدنې راښيي.د اسلام ټول مقررات یا د لومړي ډول شاخصونو په څېر دي او یا هم د دویم ډول په څېر.

په هر پېر کې د ژوند وسایل او اوزار د بشر په علمي معلوماتو پورې اړه لري .څومره چې معلومات پراختیا ومومي،اوزارونه هم بشپړېږي او د وخت د جبر له مخې د نیمګړیو ځای نیسي.

په اسلام کې داسې وسیله،یا یو مادي او ظاهري شکل ‏ موندلای نشو،چې د “سپېڅلتیا” بڼه ولري،څو یو مسلمان د عمر تر پایه ځان پرې مکلف وبولي،چې ‏د تل لپاره یې وساتي .

اسلام نه دي ویلي،چې درزیتوب،ګنډل، بزګري، وړل راوړل،جګړه یا هر بل داسې کار دې په پلاني ځانګړي اوزارو وشي؛ځکه که علم پرمختګ وکړي او هغه اوزار منسوخ شي،چې په دې توګه‏ د علم او اسلامي دستور ترمنځ تضاد او تناقض رامنځ ته نشي.اسلام نه څپلۍ او جامو ته ځانګړی ډول- مود راوړی او نه یې ساختمان ته ځانګړی سبک او نه یې تولید او توزیع ته ځانګړي اوزارونه په پام کې نېولي دي. دا یو له هغو اړخونو دي،چې د وخت له پرمختګ سره د اسلام اړخ لګونه راښيي .

 

ثابتو اړتیاوو ته ثابت قانون او بدلېدونکيو اړتیاوو ته بدلېدونکی- متغیر قانون

۲- د اسلام د دین بله مهمه ځانګړنه دا ده،چې د بشر ثابتو اړتیاوو ته یې ثابت قانون او بدلېدونکیو اړتیاوو ته یې بدلېدونکی وضع مقرره کړې که په وګړیزه او شخصي برخه کې وي او یا هم په عمومي او ټولنیز برخه کې، د اړتیاوو ځینې برخې ثابتې وضع لري او په هر وخت کې یو شان دي . هغه نظم،چې بشر یې باید خپلو غرایزو ته ورکړي او هغه نظم،چې باید خپلې ټولنې ته یې ورکړي،د اصولو او کلیاتو له نظره په ټولو وختو کې یو شان دی .

زه د “د اخلاقو د نسبیت” او “د عدالت د نسبیت” له مسئلې خبر یم،چې پلویان لري؛نو د پلویانو د نظریاتو په پامنيوي ،خپله ګروهه وایم.

د بشر د اړتیاوو بله برخه،متغیر یا بدلېدونکي اړتیاوې دي او ناثابتو او متغیرو قوانینو ته اړتیا ده. اسلام ددې بدلېدونکیو اړتیاوو لپاره بدلېدونکې وضع په پام کې نېولې ده،هغه داسې،چې بدلېدونکې وضع یې په ثابتو اصولو پورې تړلې ده او دا ثابت اصول په هره بدلېدونکې وضع کې، “ځانګړى فرعي قانون” رامنځ ته کوي .

په دې مقاله کې دا مطلب نور نشم څېړلای؛خو د لوستونکیو ذهن څو مثالو ته را اړوم .

په اسلام کې یو ټولنیز اصل دی،چې وايي “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ (انفال/۶۰ ام آيت)=او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ “.

بلخوا د پېغمبراکرم په سنتو کې یو لړ لارښوونې دي،چې په فقه کې په “سبق او رمایه” مشهور دي،چې یوه یې دا ده : ځان او اولاد ته مو،په پوره مهارت اس سپرېدنه او نښه ایشتنه ورزده کړﺉ .اس سپرېدنه او نښه ایشتنه دهغه وخت پوځي فنون ول . ډېر روښانه دي،چې د “سبق او رمایه” د قانون ریښه “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ”ده؛یعنې غشی،توره،نېزه،لیندۍ،کچره او اس د اسلام له نظره اصالت نه لري، څه چې اصالت لري،ځواکمنېدل دي،څه چې اصالت لري دا دي،چې مسلمانان دې په هر وخت او عصر کې د دښمن پر وړاندې د پوځي او دفاعي له اړخه ځواکمن اوسي. د اس سپرېدنې او غشي ایشتنې مهارت هغه جامې دي،چې ځواکمنۍ ته وراغوستل شوي ‏ او په بله وینا : پلیزه – اجرايي بڼه لري . د دښمن پر وړاندې ځواکمنتیا هغه ثابت قانون دی،چې له همېشنۍ او ثابتې اړتیا یې سرچینه اخستې ده.

خو په غشي ایشتنه او اس سپرېدنه کې مهارت،د لنډمهالې او بدلېدونکې اړتیا ښکارندوی دی او له وخت او پېر سره بدلېږي او د تمدن د شرایطو په بدلېدو نورو څیزونه (؛لکه د نننیو ګرمو وسلو برابرول او د کارولو مهارت) یې ځای نیولای دی .

بل مثال : بل ټولنیز اصل په قرآن کې بیان شوی،چې د شتمنۍ په مبادلې پورې اړه لري .اسلام د وګړیز مالکیت آر ‏ منلی؛خو له هغه مالکیت سره توپیر لري،چې د پانګوالۍ په نړۍ کې دی،اوس یې د څېړلو وخت نه دی . د وګړیز مالکیت لازمه “مبادله” ده.

اسلام “مبادلې” ته اصول ټاکلي،چې یو یې دا دي : “ وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ(بقرة/۱۸۸) او تاسې په خپلومنځونوكې د يو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مه خورئ”؛یعنې هغه مال، چې لاس په لاسېږي او له تولیدونکي نه د بل لاسه ته ځي او بیا د درېمګړي لاس ته ځي؛ نو د مشروعې ګټې له لارې دې شتمني خاوند ته ګټه ورسوي .د شتمنۍهغه لاس په لاس کېدنه منع ده،چې خاوند ته یې یو څه انساني ارزښتناکه ګټه ونه لري . اسلام ،مالکیت له مطلق اختیار سره مساوي نه ګڼي .

بلخوا په اسلامي مقرراتو کې څرګند شوي،چې د ځینو څیزونو پلور پېر منع دی؛لکه د انسان وینه او ډګې متیازې،دا ولې؟ ځکه د انسان یا د پسه وینه ګټور مصرف نه لري،چې با ارزښته یې کړي او د انسان د شتمنۍ برخه شي . د وینې او ډګو متیازو د پلور پېر د منع کېدو اصل وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ دی . د وینې او ډګو متیازو منع کېدنه د اسلام له نظره اصالت نه لري،څه چې اصالت- ساهوتوب لري دا دي،د هغه دوو څیزونو ترمنځ باید مبادله وشي،چې بشر ته ګټور وي . د انسان د وینې او ډکو متیازو ممنوعیت د وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ پلیزه بڼه ده او،ان که د مبادلې خبره هم نه وي؛نو له بل چا،څه شتمني چټي نشو تملک-ترلاسه کولای،چې ویې لګوو.

دا آر ثابت او ټولو وختو ته دی او له ثابتې ټولنیزې اړتیا یې سرچینه اخستې ده،دا چې وینه او ډکې متیازې شتمني ونه پتېیل شي او د مبادلې وړ نه وي؛نو دا په وخت،عصر، د تمدن په کچې، د شرایطو په بدلون،د علم او صنایعو په پرمختګ او ورڅخه د سمې ګټنې په شونتیا پورې اړه لري؛نو حکم یې بدلېږي .

بل مثال : د عمر په وروستیو کې د حضرت علي (ک) په سر کې سپین ویښته پیدا شول؛خو نه یې رنګول،ږیره یې هماغسې سپینه وه. چا ورته وویل : مګر پېغمبراکرم(ص) حکم ونه کړ،چې “ سپین ویښتان په رنګ پټ کړﺉ”. ورته یې وویل: هو. کس وویل : تاسې یې ولې نه کوﺉ؟ ورته یې وویل : هغه وخت،چې پېغمبر اکرم دا حکم وکړ د مسلمانانو شمېر لږ و،په کې ځېنې سپین ږیري هم ول،چې په جګړو کې به یې ګډون کاوه، دښمن،چې به د مسلمانانو په لیکو کې دا سپین ږیري لیدل؛نو روحیه یې غښتلې کېده،چې له سپین ږیرو سره مخ یو،پېغمبراکرم حکم وکړ،چې ویښتان رنګ کړئ،چې دښمن یې سپین ږیرتوب ونه ویني. حضرت علي (ک) زیاتوي : دا حکم پېغمبراکرم هغه وخت وکړ،چې د مسلمانانو شمېر لږ و او اړینه وه،چې له داسې وسایلو ګټنه وشي؛خو نن چې اسلام په ټوله نړۍ خپور دی،دې کار ته اړتیا نشته،هر څوک ازاد دی،چې رنګ وهي که نه .

د حضرت علي (ک) له نظره د پېغمبراکرم حکم،”رنګ کړﺉ” اصالت – ساهوتوب نه درلوده،د حکم پلیزه بڼه بله څه وه،یو ډول جامې وې،چې د یو بل اصلي قانون تن ته وراغوستل شوې وې او هغه دا،چې د دښمن د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته ونشي .

اسلام هم ظاهر،شکل او پوټکي ته اهمیت ورکوي او هم،باطن او زڼي ته؛خو تل ‏ظاهر ‏باطنو ته،پوټکی زڼي ته،پوښ مغزو ته او جامې، تن ته غواړي .

 

د لیک بدلون

نن د “د لیک د بدلون” مسئاله مطرح- نوموتې ده . دا مسئاله له اسلامي اړخه په دوه ډول وړاندې کولای شو: یو دا آیا اسلام ځانګړې الفبا لري او د الفباوو ترمنځ توپیر کوي؟ ننني الفبا مو،چې په عربي الفبا مشهوه ده،ایا اسلام یې خپله ګڼي او نور الفبا؛ لکه لاتین الفبا،پردي ګڼي؟ نه! د اسلام له نظره،چې نړيوال ‏دین دی،ټولې الفبا یو شان دي .

ددې مسئلې بل شکل دا دی،چې د الفبا او د لیک بدلون په نورو کې د مسلمان ولس په هضم او ورماتېدنې کې څه اغېز لري؟ له خپل فرهنګ سره ددې ملت په اړیکو غوڅونه کې څه اغېز لري،چې په هر حال په تېرو څوارلسو پېړیو کې یې خپل اسلامي او علمي معارف په همدې الفبا لیکلي دي؟ د لیک بدلونې نقشه د چا له خوا مطرح شوې او څوک یې پلي کوونکي دي؟ دا باید وڅېړل شي.

 

د پردیو پېښې حرامې دي

زه کله له داسې پوښتنو سر مخېږم،چې په ملنډو مې پوښتي: په ولاړه ډوډۍ خوړل څه حکم لري؟ په قاشوغه څنګه؟ ایا د شپو یا ګردې خولۍ اغوستل حرام دي؟ د پردیو لغت کارول حرام دي؟

په ځواب کې یې وایم : اسلام په دې اړه ځانګړی حکم نه دی راوړی،له نورو وېرېدل حرام دي،په پټو سترګو د نورو پېښې کول حرام دي،په نورو کې ویلي کېدل او ورکېدل حرام دي،د پردیو پر وړاندې چوپ کېناستل حرام دی (؛لکه څرنګه چې سوې د مار پر وړاندې چوپ وي)، پردی مړ خر ،کچره ګڼل حرام دي،د “پېړۍ د پدېدې” په نامه د هغوی کوږوالیو او بدبختیو ته ورماتېدنه حرامه ده،دا چې هر څوک دې د جسم،روح ،ظاهر او باطن له اړخه د پردیو په څېر شي،دا چې څو ورځې پاریس ته تګ او د “ر” مخرج د “غ” په مخرج ویل حرام دي،( فرانسویان په خبرو کې (ر) نشي ویلای او په ځای یې (غ) وايي؛ یعنې دهغوى پېښې کول) .

 

د اهم او مهم مسئاله

۳- بل اړخ،چې اسلام د وخت له غوښتنو سره اړخ لګوي، دا دی،چې د دې دین حکمونه عقلاني- سولیز اړه لري . اسلام خپلو پلویانو ته اعلان کړی،چې حکمونه یې له یو لړ سترو ګټو راټوکېدلي او بلخوا خپله په اسلام کې د مصلحتونو د اهمیت درجه بیان شوې ده؛ ځکه په هغو برخو کې،چې بېلابېلې ګټې داسې راوټوکېږي،چې لوری یې د یو بل خلاف وي ؛نو په دې برخه کې یې د اسلام د رښتینو کارپوهانو کار اسان کړی دی . اسلام اجازه ورکړې،چې په داسې ځایو کې دې اسلامي کارپوهان د مصلحتو د اهمیت درجه وسنجوي او د هغو لارښونو له مخې،چې اسلام کړي،مهمترین مصلحتونه دې وټاکي. فقهاوو دې قاعدې ته “اهم او مهم” وايي . بېلګې ډېرې دي؛خو له راوړو یې تېرېږم .

 

هغه قوانین،چې د “وتو”حق لري

۴- بل اړخ ،چې دې دین ته یې د خوځند- تحرک او اړخ لږونې ځانګړنه وربښلې او ژوندی او تلپاتی یې ساتلی دا دی،چې یو لړ قوانین او قاعدې پکې وضع شوي،چې کار یې د نورو قوانینو کنترول او تعدیل دی . فقهاء دې قواعدو ته ‏”حاکمه” قواعد وايي؛لکه د “لا حرج” قاعده او د “لا ضرر” قاعده،چې پر ټوله فقه واکمني کوي . دا لړ قواعد نور قوانین کنترول او تعدیلوي . په حقیقت کې اسلام دې قاعدو ته د نورو قوانینو او مقرراتو په پرتله د “وتو” حق ورکړی دی . دا هم اوږده لړۍ ده،چې دلته یې نشم رانغاړلای.

 

د واکمن اختیارات

بې له پورته څرګندونو،د اسلام د سپېڅلي ‏دین په جوړښت کې یو لړ “میخ او چوړۍ” کارول شوي،چې دې دین ته یې د ابدیت او خاتمیت ځانګړنه وربښلی ده. مرحوم ایت الله نایني او علامه طباطبايي پر هغو اختیاراتو ټینګار کړی،چې اسلام صالح اسلامي حکومت ته ورکړي دي .

 

د اجتهاد آر- اصل

علامه اقبال وايي : “ اجتهاد د اسلام خوځیزه- محرکه قوه ده”. دا خبره سمه ده؛خو د اسلام غټه ځانګړنه د “اجتهاد منل” دي . که د اسلام پر ځای بل څه کېږدو،وینو چې د اجتهاد کار څومره ستونزمن دی؛بلکې لار یې تړلې ده. غټ ټکی دا دی،چې په دې عجیبه اسماني دین کې داسې ‏رمزونه کارول شوي،چې د تمدن له پرمختګ سره د همغږۍ ځانګړنه یې وربښلې ده .

بوعلي سينا بلخي هم په “شفاء” کې د “اجتهاد” اړتیا د همدې آر له مخې بیانوي، وايي:

“دا چې د وخت اوضاع تل بدلېدونکې ده او تل نوي مسایل رامنځ ته کېږي او بلخوا د اسلام ټولیز ‏اصول ثابت او نه بدلېدونکي دي؛نو دې ته اړتیا ده،چې په هر وخت کې دا شان وګړي وي،چې په اسلامي مسایلو پوره پوه وي او په هر وخت کې،چې نوي مسایل رامنځ ته کېږي،د مسلمانانو اړتیاوې وځوابوي.”

د ایران په متمم اساسي قانون کې هم دا شان وړاندوینه شوې،چې په هر عصر کې د مجتهدیتو یو پلاوى،چې تر پینځو کم نه وي او د وخت له اړتیاوو هم ناخبره نه وي،په تصویب شویو قوانینو دې څارنه وکړي . ددې مادې د لیکوونکیو موخه دا وه،چې هغه وګړي دې ‏د هېواد ‏قوانین وڅار‏ي،چې نه ‏”جامد” نه “ناپوه”،نه د وخت له پرمختګو سره مخالف وي او نه په پټو سترګو د نورو پېښې وکړي .

کوم اړین ټکى،چې غواړم رڼا پرې واچوم دا دى،چې د “اجتهاد” رښتینى مفهوم؛یعنې په اسلامي مسایلو کې تخصص او فني کارپوهي،داسې څه نه دي،چې له مکتبه تښتېدلی هر کس یې ادعا وکړي ،په دې پلمه،چې څو ورځې ديني مدرسې ته تللی دی .

په غوڅ ډول په اسلامي مسایلو کې د اند ورکونې صلاحیت ته یو عمر اړتیا ده،که یو عمر کم نه وي؛نو ډېر هم نه دی او هغه هم په دې شرط،چې نوموړی کس قوي استعداد او ذوق ولري او الهي پېرزونې هم پرې شوې وي .

پر تخصص او اجتهاد سربېره،هغوی د رای او نظر مرجع پېژندل کېدای شي،چې له حداکثر تقوا،خدای پېژندنې او د خدایه له وېرې له ځانګړنې برخمن وي . د اسلام تاریخ دا شان کسان راښيي،چې له ټولو علمي او اخلاقي صلاحیتو په درلودو،چې غوښتل یې د څه باب نظر ورکړي،ډېر په لړزېدل .

له لوستونکیو بښنه غواړم،چې د خبرو لمن لږه اوږده شوه.

 

د قرآن له نظره د ښځې انساني مقام

اسلام ښځه څرنګه موجود ګڼي؟ د شرافت او انساني حیثیت له اړخه یې له سړي سره یو شان ګڼي که پرېوتې؟اوس دا پوښتنه ځوابوو.

 

د کورني حقوقو په هکله د اسلام ځانګړې فلسفه

اسلام د ښځې او سړي د کورني حقوقو په اړه ځانګړې فلسفه لري او څه چې څوارلس پېړۍ مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې روان دي، ورسره ټکر لري . اسلام،ښځې او سړي ته په ټولو ځایونو ‏کې یو شان حقوق،یو ډول دنده او یو ډول سزا نه ده ټاکلې،د حقوقو،دندو او سزاګانو ځینې برخې یې سړي ته مناسبې لیدلي او ځینې نورې یې ښځې ته او په پایله کې په ځینو ځایونو ‏کې ښځې او سړي ته یو شان وضع او په نورو ځایونو کې یې نامشابهه وضع په پام کې نیولې ده.

ولې؟ او په کوم حساب؟ ایا اسلام هم د نورو ښوونځيو په څېر د ښځې په تړاو له سپکاوي ډک نظریات لري او پرېوتى جنس یې ګڼي او یا دا چې بل لامل او فلسفه لري؟

د لویدیځ سیستم د لارویانو ‏په خبرو او لیکنو کې به مو په بیا بیا اورېدلي او لوستي وي،چې د مهر،نفقې،طلاق او د ګڼ ښځي په اړه اسلامي مقررات،د ښځينه وو د سپکاوي په بڼه یادوي او داسې ښيي، چې دا چارې بل دلیل نه لري او یوازې د سړي اړخ په کې په پام کې نیول شوی دی .

وايي تر شلمې پېړۍ مخکې د نړۍ ټول قوانین په دې بنسټ دي،چې د جنس له نظره سړی تر ښځې شریف-غوره دی او ښځه د سړي ګټې او سات تېرۍ ته پنځول شوې او اسلامي قوانین هم د سړي د ګټو په چورلید ګرځي .

وایي اسلام د سړو دین دی او ښځه یې په بشپړ ډول د انسان په حېث نه ده پېژندلی او کوم حقوق،چې انسان ته اړین دي، ورته یې نه دي وضع کړي . که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلای؛نو د ګڼ ښځي وړاندیز به یې نه کاوه،سړي ته به یې د طلاق حق نه ورکاوه،د دوو ښځو شهادت به یې له یو سړي سره برابر نه پتېیله،د کورنۍ مشرتوب به یې سړي ته نه ورکاوه،د ښځې نیم میرا‏ث به یې د سړي له پوره میراث سره مساوي نه ګاڼه،ښځې ته به یې د مهر په نامه بیه نه ټاکله،ښځې ته به یې وټیزه او ټولنیزه خپلواکي ورکړې وه او د سړي جیره خوره او واجب النفقه به یې پتېیلې نه وه . دا ښيي،چې اسلام ښځې ته په سپکه ګوري او هغه یې سړي ته سريزه او وسیله ګڼلې ده. وايي،چې اسلام د مساوات دین دی او دې مساواتو ته یې په نورو ځایو کې پاملرنه کړې؛خو د ښځې او سړي په اړه یې ‏ نه ده کړې . وايي اسلام سړیو ته حقوقي امتیاز او حقوقي غورواي ورکړي او که سړیو ته یې دا شان نه و کړي؛نو پورتني قوانین به یې نه وضع کول .

که وغواړو ددې سړیو استدلال ته ارسطويي منطقي-سولیز بڼه ورکړو؛ نو دا شان به وي : که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلاى؛نو له سړي سره مشابه او مساوي حقوق به یې ورته ټاکلي ول؛خو مشابه او مساوي حقوق یې ورته نه دي ورکړي؛ځکه ښځه رښتینې انسانه نه ګڼي.

 

تساوي که تشابه؟

هغه آر،چې په دې استدلال کې کارېدلی، په انساني حیثیت او شرافت کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم او په حقوقو کې یې تشابه ده .هغه مطلب،چې له فلسفي نظره دې هم ورته ځېرنه وشي دا دی،چې په انساني حیثیت کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم څه دی؟ دا یې لزوم دی،چې یو یو بل په څېر مساوي حقوق ولري،‏داسې چې حقوقي غوراوی او امتیاز نه وي؟ یا د ښځې او سړي حقوق پر تساوۍ او برابرۍ سربېره،متشابه او یو شان-یکنواخت هم وي او د کار او دندې هیڅ ډول ویش په کې نه وي؟ اړنګ نشته،چې په انساني حیثیت او د انسانیت له مخې،په برابرۍ کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم،په انساني حقوقو کې له برابرۍ سره ‏ مساوي دی؛خو په حقوقو کې یې تشابه څرنګه ده؟

که په پټو سترګو د لویدیځ د فلسفې پېښې کول او تقلید شا ته واچوو او هغه فلسفي څرګندونې او اندونه،چې د هغوی له خوا راته رارسي، خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړو؛نو لومړی باید ووینو،چې ایا د حقوقو د تساوۍ لزوم،د حقوقو تشابه هم ده که نه؟ تساوي غیر له تشابه ده. تساوي،برابري ده او تشابه یوشان والی-یکنواخت دی. ممکن یو پلار خپله شتمني په متساوي ډول پخپلو اولادو وویشي؛خو په متشابه ډول یې ونه ویشي . د ساري په ډول : ممکن پلار څو ډوله شتمني ولري ؛لکه سوداګر خونه-تجارتخانه،پټي او په اجاره ورکړای شوي کورونه هم ولري؛ دا چې پلار له مخکې د خپلو زامنو استعدادونه ارزولي،په یو کې د سوداګرۍ استعداد دی، په بل کې د بزګرۍ او په بل کې د اجارې ورکونې؛ پلارغواړي په خپل ژوند کې په زامنو شتمني وویشي،ددې په پامنيوي،‏چې څه ټولو اولادو ته ‏ورکوي؛نو د ارزښت له مخې اولاد يو له بل سره مساوي دي او دلته امتیاز او غوراوی نشته،هر اولاد ته هماغه شتمني ورکوي،چې د استعداد ارزونې په ازمېښت کې یې ورته مناسبه لیدلې وه .

څومروالی- کمیت له کیفیت-څرنګوالی سره او برابري له یوشان والي-یک نواختۍ سره توپیر لري .څه چې جوت دي دا دي،چې اسلام ښځې او سړي ته یوشان او یکنواخته حقوق په پام کې نه دي نیولي؛خو اسلام د ښځو په پرتله کله هم سړیو ته حقوقي امتیاز او غواروی په پام کې نه دی نیولی.اسلام د مساواتو آر د ښځې او سړي په هکله هم پام کې نیولی دی .اسلام د ښځې او سړي د حقوقو له تساوۍ سره مخالف نه ؛ بلکې د حقوقو د تشابه مخالف یې دی .

د “تساوي” او “مساوات” په ټکي کې د برابرۍ او نه امتیاز مفهوم رانغاړل شوی؛ځکه یې “سپېڅلتیا” موندلې ،راښکنه لري، اورېدونکی ځان ته راماتوي،په تېره بیا که د “حقوق” له کلمې سره یو ځای شي.

د حقوقو تساوي! څومره ښکلى او سپېڅلى ګډون-ترکیب دی! هغه به څوک وي،چې پاک وجدان او فطرت ولري او د دې دوو کلمو پر وړاندې سرټیټی او خاضع نه اوسي؟!

موږ،چې یوه ورځ د نړۍ د علم،فلسفې او منطق بېرغچیان وو،نه پوهېږم ولې مو کار دې ځاې ته راورسېد،چې نورکسان غواړي د “د ښځې او سړي د حقوقو د تشابه” په اړه د “حقوقو د تساوۍ” په سپېڅلي نامه خپل نظریات راباندې راوتپي؟ مثال ‏یې؛ لکه څوک،چې هنداوڼې خرڅوي؛خو د خټکي په نامه یې تبیلغوي .

څه چې څرګند دي دا دي،چې اسلام په ټولو ځایونو کې ښځو او سړیو ته مشابه حقوق نه دي وضع کړي؛لکه همداراز یې چې په ټولو ځایونو کې ورته مشابهې دندې او سزاګانې هم نه دي وضع کړي . ایا ښځو ته د ‏ټاکل شویو حقوقو ارزښت،له هغه څه کم دي،چې سړیو ته ټاکل شوي؟ نه! دا به درته ثابته کړم .

دلته دویمه پوښتنه رامنځ ته کېږي،دا چې اسلام په ځینو ځایونوکې د ښځې او سړي حقوق نامشابه ایښي؛نو لامل یې څه دی؟ولې یې مشابه نه دي ایښي؟ ایا دا به غوره وي ،چې د ښځې او سړي حقوق هم مساوي او هم مشابه؛ که نه یوازې مساوي وي او ‏ مشابه نه وي؟ ددې مطلب بشپړ څېړلو ته اړین دي،چې په درې برخو کې پرې ویینه وکړو.

۱- د پنځونې او خلقت له نظره د ښځې د مقام په هکله د اسلام نظر.

٢- د سړي او ښځې په پنځونه کې توپیرونه کومو موخو ته دي؟ ایا دا توپیرونه ددې لاملېدای شي،چې ښځه او سړی د طبیعي او فطري حقوقو له مخې نامشابه وضع ولري که نه؟

٣- په اسلامي مقرراتو کې،چې د ښځې او سړي ترمنځ کوم توپیرونه دي،چې په ځینو ځایونو کې هغوی په نامشابه وضع کې ږدي؛نو دا د کومې فلسفې پر بنسټ دي؟ایا دا فلسفې لا تر اوسه ټینګې پاتې دي؛ که نه؟

په اسلامي نړۍ لید کې د ښځې مقام

قرآن یوازې د قوانینو ټولګه نه ده. د قرآن منځپانګه یوازې یو لړ بې تفسیره وچ قوانین نه دي . په قرآن کې هم قانون دی،هم تاریخ، هم موعظه، هم د خلقت تفسیر او په زرګونو نور مطالب. قرآن؛ لکه څرنګه، چې د قانون د یلو ‏په بڼه دستورالعمل ټاکي او په بل ځای کې وجود او هستي تفسیروي، د ځمکې، اسمان، بوټي، څاروي، انسان د پنځونې راز او همداراز د مړینو، ژوند، عزتونو، ذلتونو، پر مختګونو، ځوړتیاوو‏،شتمنیو او بیوزلیو راز بیانوي . قرآن د فلسفې کتاب نه دی؛خو نظر یې د جهان،انسان او ټولنې په هکله په غوڅه بیان کړی،چې دا درې واړه د فلسفې بنسټیزې موضوع ګانې دي .قرآن یوازې خپلو لارویانو ته د قانون ښوونه نه کوي او یوازې نصیحت او موعظې یې نه دي بیان کړي؛بلکې د خقلت په تفسیرولو خپلو لارویانو ته فکر، ځانګړې لار او نړۍ ولید ورکوي. د ټولنیزو چارو؛ لکه، مالکیت، حکومت، کورني حقوق او….‏په هکله د اسلامي مقرراتو بیخ بنا هماغه تفسیر دی،چې له خلقت او څیزو یې کوي .

د ښځې او سړي د پنځونې موضوع هم په قرآن کې تفسیر شوې ده. قرآن په دې اړه چوپ نه دى پاتې شوی او د اوتو بوتو ویونکیو ته یې دا مجال نه دی ورکړی،چې له ځانه په ښځې او سړي پورې اړوند مقرراتو ته فلسفه راوباسي او ددې مقرراتو بنسټ د ښځې په هکله د اسلام له سپکاوي ډک نظر وښیي .

که وغواړو،چې د ښځې او سړي د پنځونې په هکله د قرآن نظرڅه دی؛ نو اړینه ده،چې د ښځې او سړي د خټې مسئالې ته پاملرنه وکړو،چې د نورو مذهبو په کتابو کې هم راغلي. قرآن هم په دې باب چوپ نه دی ناست .باید ووینو،چې قرآن ښځه او سړی له یوې خټې ګڼي او که له بېلابېلې؛یعنې ایا ښځه او سړی یو خورزوني-طینت او له یو خټې دي که دوه خورزوني او له بېلابېلې خټې؟ قرآن په ګڼو آیتو کې په ډاګه وايي،چې ښځې مو د سړیو له جنسه او د سړي په څېر له خټې پنځولي دي . قرآن لومړی د آدم په هکله وايي :

يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا(نساء/۱)= خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ،هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هماغه يې د هغه جوړه هم پيدا کړه.”

د ټولو بنيادمانو په هکله وايي : خدای،تاسې ته ستاسې له جنسه جوړه پیدا کړه.( نساء،نحل، روم)

په ځینو مذهبي کتابونو کې راغلي،چې ښځه د سړي په پرتله له پرېوتې مادې پنځول شوې او یا دا چې وايي : په پیل کې د آدم ښځه دهغه د کیڼ لوري له غړي پنځول شوې ده؛ نو دا شان خبرې په قرآن کې نشته، همداراز په اسلام کې د ښځې د رغښتی- طینت او خټې په اړه له سپکاوۍ ډکه نظریه هم نشته .له سپکاوۍ ډکه بله نظریه،چې په تېر وخت کې وه او د نړۍ په ادبیاتو کې یې ناوړه اغېزې پرېښې،دا ده،چې ښځه د ګناه عنصر دی، له وجوده یې شر او وسوسه راپورته کېږي او کوچنۍ شیطانه ده. وايي : سړیو،چې کومه ګناه کړې، د ښځو په کې لاس و. وايي : سړی پخپل ذات کې له ګناه پاک دی او دا ښځه ده،چې سړی ګناه ته راکاږي . وايي : شیطان نېغ په نېغه د سړي وجود ته ننوتی نشي او یوازې د ښځو له لارې سړي غولوي،شیطان،ښځه وسوسه کوي او بیا ښځه،سړی وسوسه کوي. وايي : شیطان په پیل کې آدم وغولاوه او له نېکمرغي جنته وشړل شو؛نو دا د ښځې له امله ول . شيطان، “حوا” وغولوله او حوا ادم وغولاوه.

قرآن د آدم د جنت کيسه کړې؛خو دا یې کله هم نه دي ویلي،چې شیطان یا مار په پیل کې حوا وغولوله او حوا بیا آدم وغولاوه. قرآن،حوا د اصلي مسوول په توګه نه ښيي او نه یې له حسابه اوباسي . قرآن وايي: آدم ته مو وویل ته او ښځه دې په جنت کې اوسئ او له مېوو یې خورﺉ . قرآن،چې کله د شیطان د وسوسو خبره رامنځ ته کوي،ضمېرونه د “تثنیه” په شکل راوړي او وايي : “ فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ(اعراف /۲۰) بيا شيطان دواړو ته وسوسه واچوله .” فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ(اعراف/۲۲)- او په دې توګه،هغوى يې په چل (له خپل مقامه) راكوزكړل .” وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ(اعراف/۲۱)= او ورته يې قسم وكړ، چې زه ستاسې خيرغوښتونكى يم .”

هغه اند،چې په هغه وخت او پېر کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې و؛نو په دې توګه ورسره قرآن په سختې مبارزې لاس پورې کړ او له دې توره یې ښځه خلاصه کړه،چې د وسوسې،ګناه او کوچني شیطان عنصر دی .

د ښځې په هکله د سپکاوۍ بل ډک نظر د ښځې د روحاني او مانیز-معنوي استعدادو په برخه کې دی،وايي : ښځه جنت ته نه ځي، ښځه له مانیز او الهي مقاماتو تېرېدلای نشي او؛لکه څرنګه،چې سړي رسي ، ښځې،خدای ته ورنژدې کېدای نشي . قرآن په ګڼو آیتونو کې روښانه کړې،چې اخروي اجر- هېداد او خدای ته نژدې کېدنه په جنسیت پورې اړه نه لري . قرآن د هر ستر او سپېڅلي سړي تر څنګه ستره او سپېڅلې ښځه هم یاده کړې ده. د آدم (ع) او ابراهیم (ع) مېرمنې او د عیسی (ع) او موسی (ع) میندې یې خورا لمانځلي دي . که د نوح او لوط ښځې خپلو مړونو ته ناوړه یادوي؛خو د فرعون ستره مېرمن یې هم نه ده هېره کړې،چې په ناوړه مېړه اوختې وه؛ لکه چې قرآن غواړي پخپلو کيسو کې توازن وساتي او د کيسو اتلان یوازې سړي نه ګڼي .

قرآن د حضرت موسی (ع) د مور په هکله وايي : د موسی (ع) مور ته مو وحې وکړه،چې ماشوم ته دې شيدې ورکړه او چې په هکله یې وېرېدې؛نو په سیند کې یې خوشې کړه او مه خپه کېږه،بېرته به یې درته راولو.

قرآن د عیسی (ع) د مور؛ بي بي مریم په هکله وايي: ان دا چې د عبادت په محراب کې به ورسره پرېښتو خبرې کولې،له غیبه ورته روزي راتله، له مانیز اړخه دومره پورته تللې وه،چې د وخت پېغمبر ورته حیران شو، حضرت زکریا (ع) د بي بي مریم پر وړاندې هک پک شوی و.

د اسلام په تاریخ کې هم سترې او سپېڅلې ښځې ډېرې دي . ډېر کم سړي به حضرت خدیجې بي بي ته ورسي او بې له پېغمبراکرم او حضرت علي بل یو سړی هم فاطمې بي بي ته نشي رسېدای . فاطمه بي بي پر خپلې اولادې،چې امامان دي او بې له خاتم الانبیاء نور په ټولو پېغمبرانو غوروای لري . اسلام د “سیر من الخلق الی الحق” په لار کې؛یعنې د خدای پر لوري په سفر کې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر نه دی ایښی. کوم توپیر،چې اسلام ایښی هغه په “سیر من الحق الی الخلق” کې دی، خلکو ته د حق بېرته را استونه او د پېغمبرۍ د مسوولیت زغم دی،چې سړی یې دې کار ته مناسب لیدلی دی .

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر د جنسي ریاضت او د جره توب سپېڅلتیا ده؛ لکه څرنګه چې پوهېږو په ځینو ادیانو کې جنسي اړیکه ذاتاً ناوړه ده. ددې ادیانو د لارویانو په اند یوازې هغوی مانیزو مقاماتو ته رسېدای شي،چې ټول عمر جره وي . د نړۍ یو مخور مذهبي مشر وايي: “ د بکارت په تبر د واده ونه له بیخه راوباسئ .” همدا مشران،له فاسده د فساد د لرې کولو په موخه واده ته اجازه ورکوي ؛یعنې داسې ادعا کوي : “ دا چې ډېری وسمن نه دي،چې په جره توب صبر وکړي او په دې اړه یې پښه ښویېږي او په فحشاوو ککړېږي او له ګڼو ښځو سره لار پیدا کوي؛نو غوره ده،چې واده وکړي،چې یوازې له یوې ښځې سره یې لار وي .” د ریاضت غوښتنې د افکارو جرړه او له جره والي پلوي ښځينه وو ته بدکڅي ده او د ښځې مینه له سترو اخلاقي مفاسدو ګڼي.

اسلام له دې خرافاتو سره سخته جګړه وکړه،واده یې سپېڅلی او جره توب یې ناوړه وګاڼه،اسلام له ښځې سره مینه د انبیاوو اخلاق وښوول،پېغمبراکرم(ص) وویل : “ درې څیزونه مې ښه ایسي: ښه بوی، ښځه او لمونځ .” “برتراند راسل” وايي : په ټولو ادیانو کې د جنسي اړیکې پر وړاندې بدبیني تر سترګو کېږي؛خو بې له اسلامه،اسلام د ټولنیزو ګټو له مخې دې اړیکې ته پولې او مقررات وضع کړي؛خو کله یې هم ناوړه نه دي شمېرلي .

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا و،چې ویل یې،ښځه د سړي د وجود سريزه ده او سړي ته پنځول شوې ده.

اسلام کله هم داسې خبره نه لري . اسلام د نهايي(غايي) علت آر په ډاګه وایی،اسلام وايي،ځمکه،اسمان،ورېځې،باد،بوټي،ځناور او هر څه انسان ته پنځول شوي؛خو کله هم نه وايي،چې ښځه،سړي ته پنځول شوې ده. اسلام وايي،سړی او ښځه یو بل ته پیدا شوي دي.

هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ( بقره/۱۸۷)- هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست.”

که قرآن داسې ګڼله،چې ښځه د سړي سريزه او هغه ته پنځول شوې وي؛نو دا اړخ به یې هم هرومرو په پام کې نېولی و؛خو دا چې اسلام د خلقت د تفسیر له نظره دا شان اند نه لري او ښځه د سړي د وجود لوبڅې نه ګڼي،په خپلو ځانګړو مقرراتو کې د ښځې او سړي په هکله دې مطلب ته نظر نه دی کړی .

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر،چې په تېر وخت کې و،دا دی،چې ښځه یې د سړي په اند یو شر او بلا ګڼله. د ښځې له وجوده،له دې دومره ګټنې سره سره، بیا هم ډېری سړیو سپکاوي یې کاوه او د ځان د بدمرغۍ او کړخت لامل یې ګڼله . قرآن کریم په ځانګړي ډول دا مطلب څرګندوي،چې سړي ته د ښځې وجود خیر دی او د زړه د ارامتیا لامل یې ده .

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا دی،چې په اولاد راوړنه کې یې د ښځې ونډه ناڅیزه ګڼله . د جاهلیت عربانو او ځینو نورو ملتونو،مور یوازې یو لوښی ګاڼه او د سړي نطفه – څاڅکى،چې د اولاد اصلي تخم او دانه ده، په ځان کې ساتي او وده ورکوي . په قرآن کې ددې په ترڅ کې چې وايي: تاسې مې له ښځې او سړي وپنځولئ او ځینې نور آیتونه،چې په تفاسیرو کې بیان شوي،دې شان فکر ته یې د پای ټکې کېښود.

څه چې وویل شول،جوتېږي،چې اسلام د فلسفي فکر له نظره او د خلقت د تفسیر له نظره، ښځې ته سپک نه ګوري؛بلکې دا نظریات یې رټلي دي . اوس يې وار دی،چې ووینو د ښځې او سړي د حقوقي نه تشابه فلسفه څه ده.

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام ، لیکوال مرتضی مطهري

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!