تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قرآن کریم د منتخبو آیتونو تفسیر  سورة الفاتحة  9 سورة البقره  10 آل عمران سورت    55 سورة نساء  80 سورة المائده  107 سورة الانعام  128 سورة الاعراف    150 د اعراف سورت ټوليزه منځپانګه: 150 سورة الانفال   175 سورة توبه  185 سورة یونس     203 سورة هود  216 د هود سورت ټوليزه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قرآن کریم د منتخبو آیتونو تفسیر 

سورة الفاتحة  9

سورة البقره  10

آل عمران سورت    55

سورة نساء  80

سورة المائده  107

سورة الانعام  128

سورة الاعراف    150

د اعراف سورت ټوليزه منځپانګه: 150

سورة الانفال   175

سورة توبه  185

سورة یونس     203

سورة هود  216

د هود سورت ټوليزه منځپانګه: 216

سورة يوسف    230

سورة الرعد  244

سورة ابراهيم  251

سورة الحجر  257

سورة النحل   263

سورة الاسراء  279

سورة الكهف    291

سورة مريم  302

سورة طـه  310

سورة الأنبياء  320

سورة الحج   331

سورة المؤمنون   342

سورة الـنـور  350

سورة الفرقان   360

سورة الشعراء  366

سورة النمل   375

سورة الـقصـص     383

سورة العنكبوت    393

سورة الـروم  402

سورة القمان   408

سورة السجده  412

سورة الاحزاب    415

سورة سـبا 425

سورة فاطـر  430

سورة يـس     436

سورة الصافات    442

سورة ص     449

سورة الـزمـر  454

د زمر سورت ټوليزه منځپانګه: 454

سورة غافـر  462

د غافر سورت ټوليزه منځپانګه: 462

سورة السجده  471

سورة الشورى   474

د شورى سورت ټوليزه منځپانګه: 474

سورة الـزخرف    480

سورة الدخان   486

د دخان سورت ټوليزه منځپانګه: 486

سورة الـجاثيـة  489

د جاثيه سورت ټوليزه منځپانګه  489

سورة الاحقاف    492

د احقاف سورت ټوليزه منځپانګه: 492

سورة محمد  496

د محمد سورت ټوليزه منځپانګه  496

سورة الفتح   500

سورة الحـجرات    505

د حجرات سورت ټوليزه منځپانګه: 505

سورة ق   507

د ق سورت ټوليزه منځپانګه  507

سورة الذاريات    510

د ذاريات سورت ټوليزه منځپانګه  510

سورة الـطور  513

د طور سورت ټوليزه منځپانګه  513

سورة الحديد  515

د حديد سورت ټوليزه منځپانګه  515

سورة المجادله  519

سورة الحشر     522

سورة الممتحنة  526

د ممتحنه سورت ټوليزه منځپانګه  526

سورة الصف    529

سورة الجمعة  531

سورة المنافقون   532

د منافقون سورت ټوليزه منځپانګه: 532

سورة التغابن   534

سورة الطلاق   536

سورة التحريم  539

سورة الملك    541

سورة القلم  543

سورة الحاقه  545

د حاقه سورت ټوليزه منځپانګه  545

سورة المعارج   547

د معارج سورت ټوليزه منځپانګه: 547

(( 547

سورة نوح   549

سورة الجن   550

سورة المزمل   551

سورة المدثر  553

سورة القيامت    555

سورة الانسان   556

(( 556

سورة المرسلات    558

(( 558

سورة النباء  560

(( 560

سورة النازعات    561

سورة عبس     562

سورة التكوير  564

سورة الانفطار  565

(( 565

سورة المطففين    566

د مطففين سورت ټوليزه منځپانګه: 566

سورة الانشقاق   567

(( 567

سورة البروج   568

سورة الطارق   568

سورة الاعلى    569

سورة الغاشية  570

سورة الفجر  571

سورة البلد  572

د بلد سورت ټوليزه منځپانګه: 572

(( 572

سورة الشمس     573

سورة الليل   573

د ليل سورت ټوليزه منځپانګه: 573

سورة الضحى     574

د اضحى سورت ټوليزه منځپانګه: 574

سورة الشرح   575

د شرح سورت ټوليزه منځپانګه: 575

سورة التين    575

د تين سورت ټوليزه منځپانګه: 575

سورة العلق   575

د علق سورت ټوليزه منځپانګه  575

سورة القدر  576

د قدر سورت ټوليزه منځپانګه: 576

سورة البينة  577

د بينه سورت ټوليزه منځپانګه: 577

سورة الزلزلة  577

د زلزله سورت ټوليزه منځپانګه: 577

سورة العاديات    577

د عاديات سورت ټوليزه منځپانګه  577

سورة القارعة  578

سورة التكاثر  578

د تكاثر سورت ټوليزه منځپانګه: 578

سورة العصر      579

د عصر سورت ټوليزه منځپانګه: 579

سورة الهمزه  580

د همزه سورت ټوليزه منځپانګه: 580

سورة الفيل   580

د فيل سورت ټوليزه منځپانګه: 580

سورة القريش     580

د قريش سورت ټوليزه منځپانګه: الله     580

سورة القريش     580

د قريش سورت ټوليزه منځپانګه: الله     580

سورة الماعون   580

د ماعون سورت ټوليزه منځپانګه: 580

سورة الكوثر  581

د كوثر سورت ټوليزه منځپانګه: 581

سورة الكافرون   581

د كافرون سورت ټوليزه منځپانګه  581

سورة النصر      581

د نصر سورت ټوليزه منځپانګه: 581

سورة المسد  582

د مسد سورت ټوليزه منځپانګه  582

(( 582

سورة الاخلاص     582

د اخلاص سورت منځپانګه، شأن نزول او فضيلت: 582

سورة الفلق   583

د فلق سورت ټوليزه منځپانګه: 583

سورة الناس    583

د ناس سورت ټوليزه منځپانګه: 583

 

 

سورة الفاتحة

د حمد سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د لوراند او لورين الله د لمانځنې په نامه پیلېږي او د الله ستاينې او صفاتو پر يادولو دوام مومي. ورپسې راښيي، يوازې الله ددې وړ دى، چې ولمانځل او مرسته ترې وغوښتل شي او له الله د ښيون/ هدایت په غوښتنه پاى ته رسي. الله تعالى په دې سورت كې علوم او د قرآن حکیم معارف او پوهاوى په لنډو ویلی، چې د الله پېژندنې، معاد پېژندنې او نبوت پېژندنې آرونه یې رانغاړلي دي[1].

((الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ =))

۳-رحمان (لوراند) او رحيم (لورين):

رحمان او رحيم له الهي ښو صفاتو ځنې دوه صفتونه دي. الله ځان څو ځلې په دې صفاتو معرفي كړى دى، ددې دوو ویو – کلمو د مانا او يو له بل سره یې د توپير په اړه ويلي: « رحمان د مبالغې صيغه ده او د الهي لورنې د زیادښت او پرېمانۍ په مانا ده، چې ټول بندګان يې پكې را نغاړلېږي كه كافر وي كه مؤمن[2]».

له رسول الله(ص) روايت شوى: ((الله تعالى سل رحمتونه لري، يو يې ځمكې ته رالېږلى، د خپلو مخلوقاتو ترمنځ يې وېشلى او په دې يو رحمت يې مخلوقات په خپلو كې مهرباني او يو له بل سره مينه كوي؛ نور نهه نوي رحمتونه يې ځان ته پرېښي او د دوى د را ښكاره كولو وخت يې ځنډولى دى، چې په دوی د قيامت پر ورځ پر خپلو بندګانو لورېږي.))

همدغسې روايت شوى: «الله دا يو رحمت هم اخلي او سل رحمتونه پوره كوي او د قيامت پر ورځ، له سلو رحمتونو سره؛ يعنې په خپلو ټولو رحمتونو، پر خپلو بندګانو لورېږي[3]»؛ البته څرګنده ده، چې د سلو رحمتونو مانا کړن – تعبير ذهن ته د مطلب رسولو لپاره دى؛ ځكه الهي رحمت نه شمېرلېږي.

((مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ =))

۴- د جزا ورځې مالك: بېشكه الله تعالى د دنيا مالك او واكمن هم دى؛ خو په قيامت كې به يې مالكيت او واكمني پوره راښكاره شي؛ ځكه په قيامت كې به ټول توکیز پيوندونه او ظاهري ملكيتونه، له منځه ولاړ شي او يوازې الله به مطلق مالك او واكمن وي؛ لكه چې وايي: ((پر هغه ورځ چې خلک حاضر او راښكاره شي (او) هېڅ شى به له خدايه پټ نه وي (او ويل كېږي:) نن واک (حكومت) د چا دى؟ (په ځواب كې ويل كېږي:) د هماغه يوه قهار الله دى.))[4]

((داسې ورځ ده، چې هېڅوك يو د بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې، يوازې د الله په واك كې وي [5].))

تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه نه يو روايت نقل شو: «نن او پر هغه ورځ، ټولې چارې د الله په لاس كې دي؛ خو د قيامت پر ورځ ټول واكمنان له منځه ځي او بې د الله له واكمنۍ بله يوه واكمني هم نه پاتېږي[6].

د امام سجاد رحمة الله علیه په حالاتو كې يې روايت كړى، چې د « مالك يوم الدين» آيت يې لوست؛ نو دومره يې بياځلي وايه، چې نژدې وه، ساه يې ووځي[7].

((اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ=))

۶- صراط المستقيم: صراط مستقيم؛ يعنې څرګنده پراخ او هواره لار، چې هېڅ پلو ته كږه نه وي[8] او مراد ترې الله لمانځنه، حق دين او د الهي لارښوونو پابندي ده.

 په كومو رواياتو كې چې صراط مستقيم، په قرآن حکیم او په ځينو كې په اهل بيتو عليهم السلام[9]تفسير شوى، په دې دليل دى: يوازېنۍ کړنلار، چې انسان ابدي نېكمرغۍ ته رسوي او يوه ذره تېروتنه پكې نشته، هغه کړنلار ده، چې الله د قرآن حکیم او معصومينو له لارې بيان كړې ده.

 

سورة البقره

ددې سورت غټه برخه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د الله بندګان دې پر ټولو اسماني كتابونو ايمان ولري او د الهي پېغمبرانو ترمنځ دې بيخي توپېر نه كوي، په دې سورت كې كافران، منافقان او كتابيان ځكه ټپسوري او پړه ګڼل شوي، چې د اسماني اديانو او الهي پېغمبرانو ترمنځ توپير كوي؛ ددې سورت په ځينو برخو كې يو شمېر احكام هم ويل شوي؛ لكه: له بيت المقدس څخه د كعبې پر لور د قبلې وراړوېدل، حج، ميراث، روژه او. . .

((الم ))

مقطعه ټكي: د مقطعه ټكيو په اړه او تفسير يې پرېمانه خبرې رامنځ ته شوي دي. په دې نظرياتو كې دوه يې ډېر پاموړ دي. لومړى: دا ټكي د الله او د ده د استازي ترمنځ يوه خواله ده او پردې خوالو پوهېدنه هم پخپله له همدوى سره ده[10]. دویم: الله تعالى په مقطعه ټكيو دا مطلب راڅرګند كړى، چې دا قرآن حکیم له همدې ټكيو ځنې دى، چې تاسې هم لاسرسى ورته لرئ (لكه الف، لام، ميم او. . .)؛ خو د قرآن حکیم په څېر د كتاب راوړو وس نلرئ او همدا مطلب د قرآن حکیم پر وحياني والي يو دليل دى[11].

((ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ=))

2- ښیون (هدايت)، د قرآن حکیم د نازلېدو موخه: ښیون؛ يعنې د لارې ښوول، په داسې ډول، چې انسان مقصد ته ورسوي[12]. لارښود هغه دى، چې د يوې ډلې په مخ كې روان وي او لار ورښيي[13]. الله تعالى په ډېرو آيتونو (لكه په دې آيت كې) قرآن حکیم د ښيون كتاب ښوولى دى. هو! قرآن حکیم په رښتيا مازې ښیون دى؛ هغه ښيون، چې هېڅ ډول بېلاري او بدمرغي ورته سوړه كړاى نشي[14]؛ نو له نازلولو يې د الله موخه، د هغې لارې ښوول دي، چې د انسانانو په ابدي نېكمرغۍ پاى ته رسي؛ لكه چې الله په مائده سورت كې وايي: ((كتابوالو! زموږ پېغمبر درغلى، چې د اسماني كتاب ډېر حقايق، چې تاسې پټ كړي وو، رابرسېره کړي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېرول مصلحت نه دي) درتېرېږي (هو!) د الله له لوري رڼا درغله او(يو) حق برسېروونكى كتاب. [15])) ((الله د هغه (کتاب) په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ورښيي، په رضا پسې يې ځي او په خپل امر یې له تيارو ځنې رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي [16].)) ددې مطلب په پامنيوي، څرګندېږي، چې قرآن حکیم يو تاريخي، علمي او. … كتاب نه؛ بلكې قرآن حکیم چې د پېغمبرانو او تېرو قومونو تاريخ بيانوي او ډول ډول علمي مطالب او. . . يادوي؛ نو موخه يې يوازې انسان ته ښيون او د نېكمرغې لار ورښوول دي.

((الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ))

۳- رزق يوازې اوبه او ډوډۍ نه دى: رزق په ټاكلي وخت د پرلپسې وركړې پر مانا دى او كله نصيب او برخې ته هم ويل كېږي. ځينو ويلي: رزق د ځانګړي انعام او وركړې پر مانا دى، چې د لوري د اړتيا له مخې یې ژوند پرې دوام ومومي. پاموړ خو داده، چې موږ په خپلو خبرو اترو كې، د رزق پرځای روزي يادوو؛ يعنې هغه انعام او وركړه، چې هره ورځ وګړيو ته رسي[17]. بايد پام مو وي، چې رزق او روزي يوازې مادياتو، اوبو او ډوډۍ ته نه وايي؛ بلكې هر هغه څه رزق دى، چې انسان یې خپل كمال ته اړتيا لري. په همدې دليل له امامانو په دعاوو كې ځينې څيزونه رارسېدلي، چې له خدايه د روزق په نامه غوښتل شوي؛ لكه: پوره عقل، ګټوره پوهه، حلاله او پرېمانه شتمني، اوچته وګړه، نېک اولاد، ثابت ايمان، د دنيا او آخرت ښېګڼې، سپېڅلى ژوند، شفاعت، حج، له الهي اولیاوو سره محشورېدل او … امام صادق رحمة الله علیه، علم او پوهه يو الهي رزق بولي او تردې آيت لاندې وايي: «يعنې چې څه مو ورښوولي، په خلكو كې يې خوروي»؛ نوځكه «ښوونه» هم يو ډول انفاق دى[18].

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ= ))

۶- ځېلي كافران د بېلارېتوب په خټو كې: په دې آيت كې له كافرانو مراد ټول كافران نه؛ بلكې هغوى دي، چې پر كفر ټينګ ولاړ دي او پر زړه يې د حق د نټې جال راخور شوى، د حق له منلو نټه کوي او تر وسې هومره، د الله له دين سره دښمني او ځېل كوي؛ لكه د قريشو كافر مشران، چې د خپل ژوند تر روستيو شېبو يې له رسول الله(ص) سره له دښمنۍ لاس وانخست[19]. د شعراء سورت د 136 آيت له مخې، دغسې وګړي، چې ګناهونو يې زړونه تور كړل او رغېدو ته يې هېڅ لار نشته. د پېغمبرانو پروړاندې وايي: «. . . راته بې توپېره ده، چې و مو ګواښې كه و نه ګواښې» الله تعالى يې هم د بقرې سورت په 6 آيت كې په اړه وايي: « ورته بې توپيره ده، چې و يې ډاروې که يې و نه ډاروې[20]».

((فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ=))

۱۰- زړه؛ د انسان د شتون حقيقت: په قرآن حکیم كې له زړه نه مراد، د انسان د شتون حقيقت؛ يعنې ساه او روح دى[21]. له قرآن حکیمي آيتونو پوهېدل كېږي، چې د انسان زړه او روح، د بدن په څېر د «روغتيا»، «رنځورۍ» او «مړينې» درې ګوني حالات لري. قرآن حکیم، په شعراء سورت 88 -89 آيتونو كې، د زړه د روغتيا په اړه وايي: ((پر هغه ورځ، چې مال او اولاد (هېچا ته) څه ګټه نشي رسولاى؛ خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه الله ته ورشي.)) او د بقرې سورت په لسم آيت كې، د زړه د رنځ په باب وايي: « په زړونو كې يې يو ډول رنځوري ده» او د زړه د مړينې په هكله، د انعام سورت په 36 آيت كې وايي: ((إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ)) د زړه رنځوري، د زړه شكمنېدل دي، داسې چې په زړه كې پر الله د ايمان رڼا او نښې له منځه وړي، چې څومره دا شكمني ډېرېږي، د زړه رنځوري هم ډېرېږي. د بقرې سورت د لسم آيت له مخې « الله يې رنځوري ورزياتوي» تردې چې دا رڼا مړه او د انسان زړه مړ كېږي او درملنه يې پر الله ايمان او درشل ته يې حقيقي توبه ده[22].

((وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ =))

 ۱۴- شيطان: د شيطان کلمه له خير او ښېګڼې لرې شوي پر مانا[23] او شري موجود دى[24]؛ دا د ابليس ځانګړې نامه نه ده؛ خو داچې هغه د الله له رحمته شړل او لرې شوى او د شرارت او له خيره د لرېوالي ښكارندوى دى؛ نو په حق، شيطان ورته ويلاى شو، الله تعالى د انعام سورت په 112 آيت كې وايي: ((او دغسې موږ هر پېغمبر ته د انسانانو او پېريانو شيطانان دښمنان ګومارلي دي، هغوى (د خلكو د تېرايستنې لپاره) په پټه (او ګوښه كې) يو بل ته، بې بنسټه او د غولونې خبرې كولې او كه ستا پالونكي غوښتل؛ نو داسې يې نه كول (او كړاى يې شول، مخه يې ونيسي؛ خو زور ګټور نه دى؛) نو هماغسې یې په خپلو دروغو تړلو کې پرېږده.))[25]. په دې آيت كې له شيطانه مراد، د كفارو او منافقانو مشران دي، چې يوه كفري ګروهه لري او ګوښي يو د بل خواله ساتي دي[26].

((اللّهُ يَسْتَهْزِىءُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ= ))

۱۵- الهي ملنډې، د كافرانو سزا: روایت دی: چا امام رضا رحمة الله علیه ددې غونډلې په اړه وپوښت: « الله پرې ملنډې وهي» امام وویل: « الله ملنډې نه وهي؛ خو د دوی د ملنډو له لامله سزا وركوي»؛ يعنې دا سزا، پر دوی ملنډې وهل دي[27]. په قرآن حکیم كې هم ددې عبارت مانا شته؛ لكه چې د بقرې سورت په 194 آيت كې وايي: ((او که (په ټوليزه توګه) چا پر تاسې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ)) دا آيت امر كوي، چې د ظالم د ظلم هومره سزا وركړئ او چوپ نشئ، نه داچې څنګه يې چې تېرى كړى (وژنه، لوټ، پر نواميسو تېرى او. . .) تاسې هم پرې تېرى وكړئ[28].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =))

۲۱- ټولو ته كتاب: په قرآن حکیم كې چې د «يَا أَيُّهَا النَّاسُ» خطاب شل ځل راغلى؛ نو دا يو هراړخيز او ټولیز خطاب دى او راښيي، قرآن حکیم په يو خېل، توکم، ټبر او پوړ پورې ځانګړى نه؛ بلكې ټول يې په خپله عام بلنه كې راګډ كړي او رابللي چې يوازې «الله» ولمانځي او د توحيد په لار كې، له هر ډول شرك او كږلېچ سره مبارزه وكړي[29].

((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ=))

 ۲۳ – ټول د قرآن حکیم په څېر له راوړو بېوسې دي: الله په دې آيت او نورو آيتونو[30] كې ټول با شعوره ژوي، كه انسان وي که پيرى او. . . لكه د قرآن حکیم د يوه كتاب؛ بلكې د لسو سورتونو يا يو سورت په څېر له راوړو بېوسې ګڼي؛ ځکه ټول پرېكنده رابولي، چې د قرآن حکیم په څېر خو يو كتاب راوړئ، بېشكه د اسلام او قرآن حکیم قسم خوړلي دښمنان، چې ځينو په ډاګه خپل كفر څرګنداوه، ځينو په منافقت پر اسلام ګوزارونه كول او ځينو له اسلام سره د دښمنۍ په لار كې، خپل ځانونه له لاسه وركړل، كه كړاى یې شول، د قرآن حکیم د سورتونو په څېر يو سورت راوړي؛ نو راوړه يې او دا آيت شريف او په څېر آيتونه يې ځوابول. دا واقعيت چې د رسول الله(ص) له بلنې او د قرآن حکیم تر نزول روسته، څه له پاسه څوارلس كاله تېر شوي، د قرآن حکیم په څېر يوې خبرې هم ونشو كړاى، چې په انسانانو كې دود شي او ورځ تر بلې وغوړېږي، داسې چې بنيادم هېښنده او عقلونه خپل درناوي ته اړ كړي، چې دا د قرآن حکیم د وحياني توب ستر لاسوند او د حضرت محمد(ص) د رسالت حقانيت دى.[31]

((فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ =))

۲۴ – له دننه بلې لمبې: دا آيت وايي: دوه څيزونه د دوزخ اور بلوي: انسانان او ډبرې. په دې آيت كې له ډبرو مراد، ډبرين بوتان دي، چې د الله پرځای نمانځلېږي؛ لكه چې الله د انبيا په 98 آيت كې مشركانو ته وايي: ((په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پرځای نمانځل، د جهنم سونګتوکي ياست.)) د آيت ډېر مهم ټكی دا دی، چې وايي: ځينې انسانان د دوزخ خس دي، دا راښيي، له انسانه، چې ناوړه اندونه او كړه وړه راولاړېږي او پخپله او نور پرې اخته كوي، په قيامت كې به يې د اور په بڼه له بدنه بل شي او پخپله او نور يې چې بېلارې كړي، و به يې سوځوي؛ لكه د جهنم په هكله[32] د همزه سورت په 4 و 7 آيتونو كې راغلي دي: (( (هغه) الهي بل شوى اور دى، (هماغه) چې پر زړونو (چې د کفر، شرک او نفاق مرکز دی) ورخېژي او خوله اچوي.)) «وَقود»؛ يعنې څه چې د ښه بلولو وړتيا لري، د قيامت پر ورځ ځينې انسانان شته، چې په نړۍ كې يې دغسې استعداد ترلاسه كړى او د بكرې او تيلي په څېر شوي، چې د ځان او نورو د سوځولو لامل وي او دا هماغه جهنم دى، چې په نړۍ كې يې ځان ته بل كړى؛ ځكه د آيت په روستيو كې وايي: «كافرانو ته چمتو شوى دى»؛ يعنې دوزخ مخكې چمتو شوى او ځانونه يې د بكرې او تيلي په څېر، سوځولو ته چمتو كړي دي[33]. له علي کرم الله وجهه څخه تردې آيت لاندې روايت شوى: « الهي تقوا ولرئ او له دې ځان وساتئ، چې د هغه اور خس وسئ او كه څه تاسې پر الله كافران نه ياست؛ خو پر خپلو مؤمنو روڼو له تېري نه په ډډې كولو، ځانونه د هغه اور له شره بچ كړئ»[34].

((إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً يُضِلُّ بِهِ كَثِيراً وَيَهْدِي بِهِ كَثِيراً وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ=))

۲۶- په قرآن حکیم كې د بېلګې له ښوولو موخه: ددې آيت په شأن نزول كې روايت شوى، چې الله د حج په 73 آيت او د عنكبوت په 41 آيت كې د مچ او غڼې بېلګه ياده كړې؛ نو يو شمېر مشركانو دا موضوع پلمه كړه او د ګوتنيونې خولې يې را پرانستې او ملنډې يې پرې ووهلې، دا څنګه اسماني وحې ده، چې د مچ او غڼې په هكله خبرې كوي. الله يې هم په ځواب كې دا آيت شريف راولېږه[35]. د بېلابېلو څيزونو له بېلګو موخه د حقايقو پوهونه او د وګړيو اند او ذهن ته د سختو مفاهيمو ورنژدې كول دي او دا يو مطلب دى، چې د پوهانو او سترو وګړیو په خبرو او كتابونو كې ډېر زيات دى[36]. انسان چې څومره ساده اندى وي، ډېر مثال او بېلګې ته اړين وي؛ ځكه كه د ساري په ډول: د رياضي استاد؛ نوي زدكړيال ته هندسي مسايل اوڅار كړي؛ نو بايد هرومرو مثال راوړي. قرآن حکیمكريم هم د خپلو بېلابېلو پوهاويو په ښوونه كې، له بې شمېره بېلګو او البته ډولاډولى، ګټنه كړې ده[37]. امام صادق رحمة الله علیه ددې آيت په هكله وايي: « الله تعالى د ماشي بېلګه راوړې؛ ځكه په همدې کوشني ماشي كې پر ښكر، ګوتو او وزرونو سربېره، ټول هماغه څيزونه پنځول شوي، چې په غټ فيل كې پنځول شوي دي» الله ددې بېلګې په راوړو، مؤمنانو ته د پنځون (پنځون) ظرافت بيانوي. دا په ظاهر كمزوري ژوی، چې الله، فيل وزمه پنځولې؛ نو په اړه يې اندنه، انسان د الله برمیالۍ (ستریا) ته ځیروي[38].

((الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُولَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ= ))

۲۷- هغه كړنې چې د الله خورا بدې ايسي: له هغو پيوندنو، چې الله يې امر كړى، ټول هغه څيزونه دي، چې الله ورسره د اړيكو نښلولو حكم كړى، كه دا پيوند له رسول الله، امامانو، خپلوانو يا له ايماني روڼو او. . . سره وي[39]. كه څه دا آيت شريف له ټولو الهي اړيكو سره د درناوي په هکله خبرې كوي؛ خو بېشكه چې د خپلوۍ اړيكه يې څرګند مصداق دى. قرآن حکیم د هغوى په باب سخت تعبيرات لري، چې د خپلوۍ اړيكې پرې كوي او اسلامي احاديثو هم سخت رټلي دي. قرآن حکیم د محمد سورت په 22 آيت كې وايي: ((خو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ؛ نو لرې نه ده، که واک په لاس درشي، پر ځمكه به فساد پيل كړئ او د خپلې خپلولۍ مزي به پرې كړئ؟!)) رسول الله (ص) وپوښتل شو: كو مې چارې د الله خورا بدې ايسيي؟ و یې ويل: «له الله سره شرك» وپوښتل شو، بيا ترې؟ و یې ويل: « له خپلوانو سره د اړيكو پرې كول[40]»

((هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ=))

 ۲۹- اووه اسمانونه: له قرآن حکیمي آيتونو ګټنه كېږي، ټول ستوري او سيارې، چې وينو، د لومړي اسمان برخه ده او له اسمان هاخوا، شپږ نور عالمونه شته، چې زموږ له ليد او علمي وزلو دباندې دي او په ټول كې اووه عالمه كېږي. ددې خبرې لاسوند، د فصلت سورت 12 آيت دى چې وايي: )) او موږ د دنيا اسمان په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او موږ (هغه بشپړ) وساته، دا د ځواکمن پوه الله سنجونه او سنبالنه ده.)) د صافات په شپږم آيت كې لولو: ((په حقيقت كې موږ نژدې اسمان[=ښكته] د ستوريو په ښايست سينګار كړى دى؛))

((وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

۳۱- د اسماوو پوهه: داچې د اسماوو پوهه – چې آدم ته ستره الهي لورنه او خليفه الهي مقام ته يې د ځانګړنې، وياړنې او وړتيا سرچينه ده – څه ده، د مفسرانو ترمنځ ډېرې خبرې دي، ځينو ويلي: مراد د لغاتو پوهه ده، حال دا، د يو شمېر لغاتو پوهېدنه خو بيخي ددغسې ځانګړنې سرچينه كېداى نشي او البته په دې آيت كې له راغلې تعبير سره هم اړخ نه لګوي؛ ځكه د «السماوات والارض» مانا کړن ښيي، دا پوهه، د اسمانونو او ځمكې په پټو خوالو پورې تړاو لري، چې د پرښتو له ليده پټه وه. په ځينو تفاسيرو كې راغلي: مراد يې د الهي حجتونو نامې په تېره سپېڅلي امامان دي، چې ارواح يې له وړاندې پيدا شوې ول. په ډاګه ده، چې دا ډول روايات ددې ټوليز عنوان ځينو مهمو مصداقونو ته اشاره ده؛ لكه چې دا د تفسيري رواياتو دود دى، نه داچې د اسماوو پوهه ورپورې محدوده وي. ډېرى مفسرانو ويلي: دلته له اسم څخه مراد مسمى دى؛ يعنې الله، آدم ته ټول هغه علوم وروښوول، چې په ځمكې او اسمان پورې يې تړاو درلود، ډول ډول جوړېدنې، د كانونو ايستل، د ونو كرل او د دوی ځانګړنې او سرچينې يې وروښوولې، يا يې د آدم په طبيعت او وړتیا كې په نچوړ ډول ايښي. په دې توګه آدم، د نړۍ ټولې خوالې وپېژندې او خپلې اولادې ته يې پردې ټولو خوالو، د پوهېدو وړتيا پرېښوده او تردې به كوم يو فضليت غوره او اوچت وي، چې آدم به د دغسې پوهې خاوند شي او خپلې اولادې ته پرې لاسرسی هم يادګار پرېږدي! ددې آيت په تفسير كې امام صادق رحمة الله علیه وايي: « مراد ټوله ځمكه، غرونه، درې او خوړونه دي، بيا يې خپل ورلاندې ټغر ته وكتل، و یې ويل: دا هم له هغو چارو ځنې دى، چې الله آدم ته وروښود» دا تعبير ښيي: آدم دا ټول علمونه درلودل. علامه طباطبايي په الميزان تفسير كې په دې هكله تر څېړنې روسته دا پايله اخستې: « كوم اسما، چې الله حضرت آدم عليه السلام ته وروښوول، د غيبو په پردو كې را نغاړل شوي عاليه (او اوچت) موجودات وو، چې په بركت يې په دې نړۍ كې هر اسم (او نامه) رانازل شوې او له رڼا يې برخمنېږي» په هر حال، د اسماوو پوهه، يو پراخ علم و، چې ددې نړۍ مهم حقايق يې رانغاړلي دي[41].

((وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ =))

 

۳۵- د آدم جنت: ځينې د آدم جنت، د پاكانو او نېكانو موعود جنت ګڼي؛ خو سمه داده، چې د آدم جنت د ځمكې په يوې تكې شنې سيمې كې له نعمتونو ډك او روح افزا يو بڼ و؛ ځكه د قيامت موعود جنت يو تلپاتې نعمت دى، چې د قرآن حکیم په ډېرو آيتونو كې يې تلوالي ته اشاره شوې او وتل ترې ناشونې دي. دويم: نه ګناهګار او بې ايمانه ابليس ورته لار لري او نه پكې شيطاني وسوسې او له خدايه سرغړاندي شته. درېيم: له اهلبيتو په رارسېدلیو رواياتو كې دا موضوع په ډاګه راغلې. د احاديثو يو راوي وايي: امام صادق رحمة الله علیه د آدم د جنت په اړه وپوښتل شو، امام وويل: «د نړۍ يو بڼ و، چې لمر و سپوږمۍ پرې لګېده او كه تلپاتې جنت واى، آدم ترې بيخي نه شړل كېده» له دې ځايه څرګندېږي، چې ځمكې ته د آدم له را كوزېدو او نزوله مراد، يو مقامي راكېوتل او نزول و، نه مكاني او ځايي؛ يعنې له خپل عزتمن مقام او له تك شنه جنته را كوز شو. دا احتمال هم وركړاى شوى، چې دا په يوې اسماني کُرې كې يو جنت و او په ځينو اسلامي رواياتو كې دې ټكي ته اشاره شوې ده. همدغسې شونې ده، په دې ډول رواياتو كې د سماء ویی (کلمه) لوړ مقام ته اشاره وي او نه پورته ځاى ته. په هر حال، پرېمانه لاسوندونه (شواهد) ښيي، دا جنت د اخروي نړۍ جنته نه و؛ ځكه د قيامت جنت، د انسان د كړنو پايله او د انساني بهير پاى ده او دا جنت د آدم د كړنو او کړنلارو سريزه او د بهير پيل يې دى[42].

((يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُواْ بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ =))

۴۰- اسرائيل: اسرائيل د حضرت يوسف علیه السلام د پلار حضرت يعقوب علیه السلام لقب دى او په عبري ژبه كې د اسرا (=بنده) او (ئيل) (= الله) له كلمو جوړه شوې كلمه ده. يعقوب علیه السلام دولس زامن درلودل او د بني اسرائيلو ځوځات همدې دولسو زامنو ته رسي. د حضرت موسى علیه السلام ځوځات هم له څلورو لارو يعقوب علیه السلام ته رسي[43]. كوم تړون، چې بني اسرائيلو له الله سره كړى و، منظور يې هغه ځايونه دي، چې د همدې سورت په 83 او 84 آيتونو كې اشاره ورته شوې[44] او له هغه لورنې مراد، چې الله پر بني اسرائيلو لورولى و، هغه نعمتونه دي، چې تر 49 آيت روسته، په آيتونو كې ياد شوي[45].

((وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ =))

۴۵- له لمانځه مرسته غوښتل: الله په دې آيت شريف كې امر كوي، چې په سختيو كې له صبر او لمانځه مرسته واخلئ. لمونځ نړۍ پالونکی الله ته زړګنۍ پاملرنه او د نړۍ له مالك او اختيارمن سره، د روح پيوندول دي[46]. مفسرانو ددې آيت په تفسير كې روايت كړي: رسول الله(ص) چې به له كو مې خپګاني ستونزې سره مخ شو، له لمانځه او روژې يې مرسته غوښته. له امام صادق هم روايت شوى: « چې علي به له كو مې ستونزې سره مخ شو، لمانځه ته يې پناه وړه» بيا امام دا آيت ولوست[47].

((يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ =))

 

۴۷- پر نړيوالو د بني اسرائيلو غوراوى: پر نړيوالو د بني اسرائيلو له غوراوي مطلب پر خپلې زمانې او د چاپېريال پر وګړيو يې غوراوى دى؛ لكه چې د بني اسرائيلو په اړه د اعراف سورت په 137 آيت شريف كې لولو ((او موږ دوی چې (د فرعونیانو د ظلم له لامله) کمزوري کړای شوي وو، د هغې برکتي ځمکې (شام او فلسطین) وارثان کړل)) څرګنده ده، چې بني اسرائيل په هغه زمانه كې د ټولې ځمكې خاوندان نشول، مطلب دادى، چې د خپلې سيمې د لر و بر خاوندان شول؛ نوځكه پر نړيوالو يې غوراوى، د هماغې سيمې پر وګړيو يې غوراوى دى[48].

((وَاتَّقُواْ يَوْماً لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ =))

۴۸ – د شفاعت د عملي كولو شرط: د آيت ددې برخې[ او شفاعت يې نه منل كېږي] له تفسيره معلو مېږي، چې په قيامت كې به بې د الله له اجازې د هيچا شفاعت و نه منل شي؛ خو الله چې چاته د شفاعت اجازه وركړي، شفاعت كوي او الله به يې هم شفاعت ومني؛ لكه چې الله د طه په 109 آیت كې ويلي: ((يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا))[49]. دا آيت – او په څير يې – كفارو او هغو وګړيو ته ځانګړى دى، چې د درنو ګناهونو له لامله، له شفاعته بې برخې دي؛ ځكه د شفاعت له هغو آيتونو او ډېرى رواياتو سره څه ټکر نلري، چې وايي: رسول الله(ص) او نور معصومين ددې امت د ګناهګارانو شفاعت كوي؛ البته ددې مطلب يادونه اړينه ده، چې شفاعت، نه ګناه ته هڅونه ده او نه د روسته پاتېدو لامل او نه په اوسنۍ ټولنو كې د ګوندي مارۍ كوم څيز دی؛ بلكې يو مهم روزنیز دود دى، چې له بېلابېلو لوريو مثبت او رغنده اغېز لري؛ لكه په ګناهګارانو كې هيله راټوكوي او له نهيلۍ سره د مبارزې اند تاندوي او اجازه نه وركوي، د ګناهونو د بښنې د نهيلۍ له لامله؛ نور هم پكې ډوب شي. همدغسې څوك چې شفاعت ته هيلمن وي، هڅه كوي، په يو ډول له شفاعتګر سره اړيكه ونيسي او داسې يو چار وكړي، چې هغه پرې خوشحاله شي او همدا مانيزه اړيكه، له شفاعتګره شفاعت شوي، ته د ښو صفاتو د لېږد لاملېږي؛ لكه چې وويل شول: د شفاعت خورا مهم شرط، د الله اجازه ده او بېشكه چې څوك شفاعت ته هليمن وي، بايد په يو ډول ددې اجازې سريزې چمتو كړي؛ يعنې داسې چارې وكړي، چې الله پرې خوښېږي. پردې سربېره، په ځينو آيتونو كې راغلي: د ظالمانو شفاعت نه كېږي، په دې توګه د شفاعت هيلمن، بايد ځان د ظالمانو له ليكې (په هرې مانا ظلم) وباسي. په ټول كې، دا لوري ددې لاملېږي، چې شفاعت ته هليمن، په خپلو تېرو كړنو كې له سره كتنه وكړي او خپلې ګاندې(راتلونکې) ته غوره هوډونه وکړي، چې دا هم پخپله يوه مثبته وجه او د روزنې مهم لامل دى[50].

((وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ =))

۴۹- د بني اسرائيلو د زامنو د سرغوڅولو لامل: په دې كې ډېرې خبرې شوي، چې ولې فرعون د بني اسرائيلو د زامنو سرونه پرې كول؟ ځينو ويلي: فرعون خوب وليد، چې له بيت المقدسه يوه لمبه راپورته او د مصر له كورونو راتاوه شوه او د قبطيانو (فرعونيانو) كورونه يې وسوځول؛ خو د بني اسرائيلو كورونه روغ رمټ پاتې شول. د خوب له تعبيرونكيو يې تعبیر وغوښت. وویل شول: د بيت المقدس له سيمې به يو تن راپاڅي، چې د فرعونيانو پاچايي او ځواك به له منځه يوسي. ځينو ويلي: فرعون، پاليانو (هغوى چې ادعا يې كوله له پيريانو سره په اړيكه كې دي او له ګاندې او غيبو خبر دي) له دې مطلبه خبر كړى و او ځينو ويلي: تېرو پېغمبرانو دا خبره كړې وه او فرعون ترې خبر و. په هر حال، هغه د بني اسرائيلو د زامنو په وژنې د دغسې يو تن د پاڅون مخه نيوه. ځينو مفسرانو ويلي: فرعونيانو د بني اسرائيلو د كمزورولو لپاره دا دسيسه جوړه كړې وه، نارينه يې چې د پاڅون او جګړې وس لري، وځپي او نجونې او ښځې چې په يوازې ځان د پاڅون او مبارزې وس نه لري، چوپړ ته ژوندۍ پرېږدي. په ترڅ كې د غافر سورت له ۲۵ آيته ګټنه كېږي، ان د حضرت موسى علیه السلام تر پاڅون روسته هم، د بني اسرائيلو د زامنو وژنه او د ښځو ژوندي پرېښوولو دوام درلود. ((نو چې کله یې دوی ته زموږ له لوري حقیقت ورووړ، و یې ویل: د هغو کسانو زامن ووژنئ او ښځې (لوڼې) یې (چوپړ ته) ژوندۍ پرېږدئ چې له موسی سره یې (پر خدای) ایمان راوړی دی. . . [51])

((وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ =))

۵۰ – نيل د ستر سيند په څېر: په دې آيت كې له سمندره مراد، د نيل ستر سيند دى، چې د ستریا له لامله يې سمندر ورته ويل شوى دى[52].

((وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُواْ إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ =))

 ۵۴ – د خوسي پالۍ سخته سزا: په ځينو رواياتو كې راغلي: د حضرت موسى علیه السلام په امر، په يو ګهيځ كې اويا زرو تنو خوسي پالو تورې راوايستې او يو د بل پر وژنې لګيا شول، لس زره تنه يې وژل شوي ول، چې حضرت جبرييل راغى او موسى علیه السلام ته يې وويل: « ورته ووايه: له وژنې لاس واخلئ، چې الله مو توبه قبوله كړه[53]» ځينو خوسي پالو ته د دغسې هېښنده او درنې سزا په اړه ويلي: پردې سربېره، چې خوسی پالنه يوه ستره ګناه وه، بيا خو د هغه قوم له لوري خورا ناوړه وه، چې هاغسې معجزې او نښې يې ليدلې وې او الله هم دغسې سخته سزا وركړه، چې بيخي يې په ذهن كې بوت پالي تېره نشي[54].

((وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ =))

۵۷ – پر بني اسرائيلو الهي لورنې: ځينو مفسرانو ويلي: موسى علیه السلام ، چې بني اسرائيل د نيل له ستر سينده تېر كړل؛ نو په يوې بېدیا كې يې واړول، حضرت موسى علیه السلام ته يې وويل: موسى هلاك دې كړو، موږ دې له خپل ښار او ابادې سيمې بېديا ته راوستوو، چې سيورى، ونه او اوبه پكې نشته، الله ورېځ راولېږله، چې د ورځې سيورى پرې وي، د شپې يې «مَنّ» (احتمال لري يو ډول خوږه شيره وه) ورلېږله او پر بوټو، ونو او ډبرو يې ورته ايښووله. مازيګر به يې پر دسترخوان « سلوى» (وريت چرګ) ايښوول شوى و او له موسى علیه السلام سره يوه ډبره وه، چې په کونټۍ يې وهله او (د بني اسرائيلو د ټبرونو په شمېر) دولس چينې ترې رابهېدې او هر ټبر به له خپلې چينې اوبه څښلې؛ لكه چې د همدې سورت په (60) آيت كې اشاره ورته شوې ده[55].

((وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَـذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَداً وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّداً وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ =))

۵۸ – د اهلبيتو ولايت د الهي بښنې ور: له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى، چې و یې وويل: « نحن باب حطتكم» په دې مفهوم، چې موږ درته هاغسې ور يو، چې بايد بني اسراييل ورننوتي واى او « حطّة» يې ويلي واى، چې ګناهونه يې وبښل شي او الهي ثواب ومومي او كه مسلمانان هم غواړي، الهي لورنې پرې ولورېږي، بايد د اهلبيتو پر ولايت منښته وكړي او د مينې چاپېريال ته يې ور ننوځي[56].

((فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ قَوْلاً غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ رِجْزاً مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ =))

۵۹ – د الله د حكم په اړه د بني اسراييلو بې اعتنايي: د قرآن حکیم د وينا له مخې، باید اسراييل د بيت المقدس عبادتځي ته د ورننوتو پرمهال «حطة» (خدايه! ګناهونه مو راوبښه) ويلي واى. ځينو مفسرانو ويلي: دا ویی (كلمه) يې په ملنډو او د الله له امره يې په ناباندۍ (مخالفت) كې واړوله او پرځای يې وويل: « حنطة» (غنم)[57].

((وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نَّصْبِرَ عَلَىَ طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنبِتُ الأَرْضُ مِن بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُواْ مِصْراً فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَآؤُوْاْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُواْ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ =))

۶۱ – د يو ډول خوړو له لامله د بني اسراييلو نه زغم: له يوه خوړو مراد « من و سلوى» دي او داچې دواړه يې په يوه خوړو شمېرلي، علت يې دادى، چې تنوع او ډولاډولي پكې نه وه او مشهوره ده، چې يو ډول خواړه كه څه خوندور وي؛ خو كه تل وي، ښه به نه ايسي[58].

61 – هغه ښار، چې بني اسراييل پكې مېشت شول: د دوو څيزونو يا د دوو سيمو ترمنځ پولې ته «مصر» وايي او له دې لامله، چې ښارونو ته يې پولې ټاكلي؛ نو «مصر» ونومول شول[59]. ددې مطلب په پامنیوي، په نظر رسي، چې په دې آيت كې له مصره مراد، د ښار ټوليز مفهوم دى [نه د مصر هېواد]؛ يعنې اوس تاسې په دې بېديا كې د ځان جوړونې په ازمېښتيز کړنلار كې ياست، دا د ډولاډولو خوړو ځاى نه دى. ښارونو ته ولاړ شئ، چې هلته دا ټول شته؛ خو د ځان جوړونې دا کړنلار پکې نشته[60].

61 – د يهودو پېغمبر وژنه: ويلي يې دي، يهودو ډېرى پېغمبران په بېلابېلو طريقو (سر پرېكونې، ژوندي په څاه كې اچول، په دېګ كې خوټول، سوځول او. . . ) وژلي او پردې سربېره، ډېرى پېغمبران يې د پاچايانو په امر او په كفارو او مشركانو وژلي دي[61].

۶۲ – ايا د هر ډول دين پلیوني د ژغورنې لامل دى؟ كله ليدل كېږي، چې ځينې ددې آيت له مخې، د نورو اديانو پر حقانيت استدلال كوي او ادعا كوي، د قرآن حکیم له نظره، چې څوك په دې آيت كې د هر يو ياد شوي دين پلیوني وكړي، په قيامت كې به وژغورل شي؛ خو بايد پام مو وي، چې په دې آيت كې د يهودو او نصاراوو ملتونو ځينو سستو اندونو ته ګوته نيول شوې ده. د قرآن حکیم د بې شمېره آيتونو له مخې، دوى ګروهن ول، چې پخپله همدوی غوره امت دى او داسې خېل او خلك دي، چې تر نورو ځانګړي او ښیون يې موندلى دی. ځانونه يې د الله زامن او دوستان ګڼل او ګروهن ول، آخرت يوازې د دوى كور دى او كه جهنم ته ولاړ هم شي؛ نو د ډېر لږ وخت لپاره به وي. دا آيت دې كږې ګروهې ته په ځواب كې په نړيوال غږ وايي: الله ته ګرد انسانان يو شان دي او يوه ډله پر بلې غوراوى نه لري او تش په نامې مسلمانېدل، يهودي كېدل، نصراني كېدل او. . . د ژغورنې لامل نه كېږي؛ بلكې په قيامت كې د ژغورنې بنسټ دادى، چې انسان په رښتيا د زړه له كو مې ايمان راوړي او نېکې كړنې وكړي؛ ځكه دا آيت دا نه څاري، چې ګنې ټول شرايع رسميت لري او بشر ددې هرې يوې لارې په ټاكنه كې ازاد دى؛ بلكې د آيت موخه د يهوديت او. . . په تشو الفاظو د ځان اوچت ګڼلو اندنه ردوي او باطله يې بولي؛ نو له دې آيته دا ګټنه كړاى نشو، چې ګنې ادعا وكړو، د ګردو اديانو او مسلكونو پلیوني ژغورندويان دي او داچې وښوول شي، قرآن حکیم د كوم دين پلیوني د ژغورنې لامل بولي، بايد نورو آيتونو؛ لكه د آل عمران سورت 55 آيت ته مراجعه وكړو[62].

((وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ=))

۶۳ – پر بني اسراييلو د غره راپورته كېدو لامل: پر بني اسراييلو د غره راپورته كېدو موخه دا وه، چې له الهي ستر ځواكه وډار شي او پر الهي لارښوونه عمل وكړي. البته په دې بلنه كې څه زورزياتى نه و او موخه يې د الهي ستر ځواک ورښوونه وه؛ ځكه كه د غره راپورته كېدل پرې د زور لاملېده؛ نو بايد د حضرت موسى علیه السلام ډېرې معجزې به لامل واى، چې خلك په زوره دين ومني، حال دا قرآن حکیم وايي، د هېښنده معجزو تر ليدو روسته يې بيا هم ايمان را نه ووړ؛ لكه چې په ورپسې آيت كې وايي: « دوى تردې پېښې روسته بيا هم پر شا شول[63]».

((وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَواْ مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ =))

۶۵ – د « شنبوالو یا سبت اصحابو»[64]

((قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لاَّ ذَلُولٌ تُثِيرُ الأَرْضَ وَلاَ تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لاَّ شِيَةَ فِيهَا قَالُواْ الآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُواْ يَفْعَلُونَ=))

۷۱ – پلمه او سخته نيونه: له امام رضا رحمة الله علیه څخه په يوه روايت كې راغلي: يو اسراييلي خپل يو خپلوان وواژه او مړى يې د يوه ټبر پر لار وغورځاوه، بيا له يوې ډلې سره د همدې وژل شوي كسات لپاره موسى علیه السلام ته ورغى، چې وژونكى راوښيه. موسى علیه السلام وويل: غوا راولئ. و یې ويل: ملنډې راباندې وهې؟ موسى علیه السلام وويل: « زه له دې، خپل الله ته پناه وړم، چې له ناپوهانو وسم» كه غوا یې راوستې واى، راروسته سختۍ پرې نه راکېوتې؛ خو سخته يې ونيوه او الله هم پرې سخته ونيوه. و یې ويل: له خدايه وغواړه، چې غوا څرنګه وي؟ موسى علیه السلام وويل، الله وايي: « نه زړه وي او نه وړه؛ بلكې نيمزالې وي. . . » [ د غوا ټولې ځانګړنې يې وویلې] په پاى كې دا غوا يې له يو اسراييلي ځوان سره ومونده. ځوان وويل: غوا مې په يو ګوډي سرو پلورم، غوا يې وپېرله، د موسى علیه السلام په امر يې حلاله كړه، يوه بوټۍ غوښه يې پر مړي ووهله، وژل شوى راژوندى شو او خپل وژونكى يې وښود. موسى علیه السلام خپلو يارانو ته وويل: دغوا پېښه داسې ده، يو نېكچاري ځوان د خپل پلار خورا درناوی كاوه، يوه ورځ له ګټورې راكړې وركړې سره مخ او خپل پلار ته ورغى، چې د صندوق يا كوټې كونجي ترې واخلي؛ خو داچې پلار يې ويده و، راويښ يې نكړ او له معاملې يې لاس واخست. پلار يې چې له پېښې خبر شو، آفرين يې ورته ووايه او دا غوا يې ورډالۍ كړه. بيا موسى علیه السلام وويل: « نېكچارۍ ته ووينه، چې څرنګه خپل وړ او اهل ته وررسي. »

((ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ= ))

۷۴ – له الله تعالى څخه د موجوداتو تكويني اطاعت: شونې ده، د آيت شريف دا برخه [= ځينې تېږې د الله له ډاره (د غره له سره) رالوېږي] ذهن ته دا ستونزې رامنځ ته كړي، چې په غرونو كې د تېږو رالوېدل طبيعي علتونه [لكه زلزله يا په اوړي او ژمي كې پراخوالى (انبساط) او را غونجوالى (انقباض)] لري؛ خو قرآن حکیم يې رالوېدنه، د الله ډار ګڼي. په ځواب كې بايد ووايو: په پاى كې ټول اسباب او علتونه الله ته رسي او د تېږې رالوېدل هم د هغو قوانينو له مخې دي، چې الله په هستۍ كې ايښي، داچې ډبره له غره رالوېږي؛ نو په حقيقت كې الهي قانون پلي شوى او داچې ډبره، د الله د حكم د اطاعت او نافرمانۍ له ډاره رالوېدلې ده، د همدې سورت په 116 آيت كې راغلي: « بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكې كې دي، يوازې د هغه دي (او) ګرد يې د امر منوونكي دي»[65]. ښايي له دې خبرې د الله مراد دا وي، چې ټول ژوي، ان تېږې هم د الله امر مني؛ خو د انسان زړه، دومره سخت دى، چې الهي لارښوونو ته هډو پام نه کوي.

((وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ= ))

۷۸ – ړوند يا عالمانه تقليد: بقرې سورت له 75 تر 79 آيتونو، يهوديان په دوو ډلو ويشي: لومړنۍ ډلې خپل اسماني كتاب لوسته؛ خو په خپله خوښه يې اړولى او ليك لوستي ول او دويمنۍ ډله، نالوستي او ناليكي ول او له اسماني كتاب يې پوهه يوازې هغه اړونې او دروغ ول، چې لومړنۍ ډلې پكې راوستي وو او دوى ته يې ويل[66]. تر همدې آيت لاندې روايت دی: «يو تن امام صادق رحمة الله علیه ته وويل: د يهودو عوام يوازې په خپلو عالمانو د الله له كتابه خبر ول؛ نو الله يې څنګه د عالمانو په تقليد رټي؟! ايا د يهودو عوام زموږ له عوامو سره(چې په خپلو عالمانو پسې ځي) توپير لري؟» امام ويل: « له يوه لوري زموږ عوام د يهودو له عوامو سره توپير لري او له بل لوري ورسره يو شان دي. له هغه لوري، چې يو شان دي، الله زموږ عوام هم رټلي دي؛ لكه چې څنګه يې د يهودو عوام غندلي، توپير يې دادى، چې د يهودو عوام، د خپلو عالمانو له حالته خبرول او پوهېدل، چې په ډاګه دروغ وايي، حرام او بډې خوري او د الله احكام اړوي. له خپل وجدانه يې دا حقيقت موندلى و، چې دغسې وګړي فاسقان دي او جايز نه دي، چې د الله او احكامو په اړه يې خبرې ومنل شي او د پېغمبرانو په هكله يې لېینه (ګواهي) قبوله شي؛ نوځكه الله رټلي دي. كه زموږ عوام هم له خپلو عالمانو ښكاره فسق، سخت تعصب، د دنيا او حرامې شتمنۍ ته حرص وويني او ورپسې ولاړ شي؛ نو د يهودو په څېر به وي، چې الله د فاسقو عالمانو د لاروۍ له لامله رټلي دي» بيا امام وويل: « عوام بايد په هغو عالمانو پسې ولاړ شي، چې خپله ارواییزه سپېڅلتیا او دين ساتي، د ځاني غوښتنو مخالف او د الله د حكم منوونكى وي[67]»

((وَقَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّاماً مَّعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ اللّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ اللّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ=))

۸۰ – يهود او د توکمیز غوراوۍ ګروهه: دا آيت د يهودو يوې بې بنسټې وينا ته اشاره كوي، چې ځان يې ښاڅمن (مغرور) كړي وو، چې د يو شمېر كږليچونو، ځانمنیو او ځانپالۍ سرچينه يې شمېرل كېږي. ددې ګروهې له مخې، د يهودو توکم پر ټولو توکمونو او خېلونو غوراوى لري او ځانګړي خلك دي او ګناهګاران یې يوازې څو ورځې سزا ويني او بيا به يې تلمېشتې الهي جنت پر برخه وي. يهودي ټولنې ځان د پېغمبرانو اولاده ګڼله او ويل يې: په قيامت كې به د خپلو اولادونو شفاعت وكړي، داچې د دوى پر شفاعت يې ګروهه درلوده، ويل يې: « پر موږ به كله هم د دوزخ اور و نه لګي او كه لګي هم؛ نو په شمېر څو ورځې به وي» آيت په سولیزه (منطقي) وينا، دا غلطه انګېرنه رد او باطلوي او وايي: دا وينا مو له دوو حالتونو وتلې نه ده، يا مو باید په دې اړه له خدايه ځانګړې ژمنه اخستې وي، چې اخستې مو نه ده يا پر الله دروغ او تور تړئ[68].

((وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْناً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ= ))

۸۳ – ښې خبرې كول: په آيت كې «خلكو ته ښې خبرې كوئ» په دې باب له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى چې: « له خلكو سره يوازې ښې خبرې وكړئ او چې د خبرې پر ښه والي پوه شوي نه ياست، مه يې كوئ» د امام باقررحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: تر هغې ښې خبرې وكړئ، چې ښه مو ايسي، درسره ښې خبرې وكړي[69] »

((ثُمَّ أَنتُمْ هَـؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ=))

۸۵ – يهود او بندي ته فديه: ډېرى مفسرينو تردې آيت لاندې ويلي: «بني قريظه» او «بني نضير» دوه يهودي ټبرونه ول او يو له بل سره يې نژدې خپلولۍ درلودې، د دنيوي ګټو پر سر يې يو له بل سره مخالفت وكړ. بني نضيرو له « خزرج» ټبر سره لاس يو كړ او بني قريظه و له «اوس» سره، چې دا دواړه ټبرونه د يثرب مشركان ول، چې د اوس او خزرج ترمنځ به جګړه راپېښه شوه؛ نو دې يهودي ټبرونو به له خپلو همژمنو مشركو ډلو سره مرسته كوله؛ خو چې د جګړې لمبې به كېناستې، ټول يهود به راټولېدل، چې په يوه لاس د خپلو بنديانو د ازادولو لپاره فديه وركړي او دا كړنه يې د تورات د حكم په لاسوند كوله، حال دا لومړى خو اوس او خزرج مشركان ول او مرسته ورسره جايز نه وه او دويم دا، هماغه قانون، چې د فديې وركولو امر یې كړى و، له وژنې ډډې كولو امر يې هم وركړى و. يهودو د نورو ځېلي او ناپوهو قومونو په څېر دا ډول پرېمانه ضد و نقيض كړنې درلودې. د آيت يو ټكى دادى، چې د ايمان اغېز او تسليم هله راښكارېږي، چې كوم قانون د انسان د شخصي ګټو پر ضد وي؛ خو محترم يې وبولي، كه نه داچې پر الهي لارښوونو عمل كول يوازې د انسان د ګټو ساتندوى وي؛ نو دا خو نه وياړنه ده او نه د ايمان نښه، چې دا له منافقانو څخه د مؤمنانو د پېژندنې يو همېشنى دود دى؛ ځكه مؤمنان ټولو الهي قوانينو ته غاړه ږدي او منافقين توكم پالي دي[70].

((أُولَـئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآَخِرَةِ فَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ =))

۸۶ – دنيا او د آخرت پروړاندې يې بې ارزښتوب: الله په قرآن حکیم کې څو ځله دنيوي ژوند غندلى او انسانانو ته يې ويلي « هسې نه دنيوي ژوند مو تېر باسي[71]» او د غندنې دليل يې دادى، چې قرآن حکیم انسانانو ته د داسې ژوندون ژمنه وركړې، چې دنيوي ژوند يې پروړاندې خورا بې ارزښته دى او نه ښايي پر دنيوي ژوند وپلورل شي. الله د توبې سورت په 38 آيت كې د دنيا او آخرت په پرتلنه كې وايي: [مؤمنانو! څه درباندې شوي، چې كله درته وويل شي: ((د الله په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛ نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل) ايا د آخرت پرځای مو دنيوي ژوند خوښ كړى؟! حال دا له دنيوي ژونده ګټنه خو د آخرت په پرتله خورا لږه ده. ] د رسول الله (ص) په يوه حديث كې وايو: « دنيا آخرت ته داسې ده، چې يو مو په سيند كې ګوته ووهي او بيا يې راباسي، بيا وګوري، چې د سيند څومره اوبه يې پرې راخستي دي؟![72]» د حضرت علي په يو روايت كې راغلي: « ايا كوم ازاد انسان نشته، چې د دنيا دا پاتې شوني هغوى ته ور وغورځوي، چې وړ يې دي؟! په حقيقت كې يوازې جنت مو د ځانونو بيه ده؛ نو يوازې پر جنت یې وپلورئ[73]» هو! چې كله انسان د دنيا او اخرت پر دوه لارې ودرېږي؛ نو كه دنيا غوره كړي، قرآن حکیم يې پړ كوي، كه نه قرآن حکیم خو له دنيوي خوندنو او نعمتونو حلاله برخمنې غندلې نه ده؛ لكه چې د اعراف په 32 آيت كې وايي: [ (پېغمبره!) ووايه: ((چا الهي ښكلا، چې خپلو بندګانو ته رايستلې او پاكه روزي، حرامه كړې ده؟!)) (ورته) ووايه: ((دا په دنيوي ژوند كې هم مؤمنانو ته دي (كه څه نور پكې برخه لري؛ خو) په قيامت كې به يوازې مؤمنانو ته وي.)) په دې توګه موږ پوهانو ته (خپلې) نښې ورښيو. ]

((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِن بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقاً كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقاً تَقْتُلُونَ= ))

۸۷- روح القدس: مفسران د روح القدس په هكله بېلابيل تفسيرونه لري، ځينو ويلي: منظور حضرت جبرييل دى؛ ځكه د آيت مانا به دغسې وي « الله، عيسى(علیه السلام) په جبرييل پياوړى او تاييد كړ» د نحل 102 آيت ددې خبرې شاهد دى: ((دا (قرآن حکیم) خو روح القدس (= سپېڅلي روح، جبرئيل) ستاسې د پالونكي له لوري په رښتيا درنازل كړى دى.)) حضرت جبرييل ته ځكه روح القدس وايي، چې په پرښتو كې د روحانيت له اړخه يوه څرګنده موضوع ده؛ ځكه يې د روح كلېمه ورته كارولې او د « القدس» ورزياتونه د حضرت جبرييل سرباندې (فوق العاده) پاكي او سپېڅلتيا راښيي[74].

((وَلَمَّا جَاءهُمْ كِتَابٌ مِّنْ عِندِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ فَلَمَّا جَاءهُم مَّا عَرَفُواْ كَفَرُواْ بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّه عَلَى الْكَافِرِينَ =))

89- يهود د حضرت محمد(ص) ‏له ځانګړنو خبر ول: تردې آيت لاندې له امام صادقرحمة الله علیه څخه يو روايت شوى، چې لنډيز يې دادى: يهوديانو په خپلو كتابونو كې ليدلي ول، چې د راتلونكي پېغمبر هجرت ځاى به د «عير» او «احد» [د يثرب په دواړو خواوو] د غرونو ترمنځ وي؛ نو له خپلو سيمو راووتل او تر ډېرې پلټنې روسته يثرب ته راورسېدل او مېشت شول او په سوداګرۍ لګيا شول، چې د اسلام رسول الله راښكاره شي، ورپسې د اوس او خزرج ټبرونه هم يثرب مېشتې شول. دا ټبرونه، چې ډېروګړي شول؛ نو د يهودوو شتمني يې لوټوله، يهودو ورته ويل: محمد (ص)، چې مبعوث شي، زموږ له سيمې به مو وباسي او چې محمد(ص) مبعوث شو، اوس او خزرج (چې په انصارو مشهور شول) پرې ايمان راووړ؛ خو يهودو ترې نټه وکړه، سره له دې، چې په خپلو كتابونو كې يې د هغه ځانګړنې لوستې وې او د راښكاره كېدو په هيله يې يثرب ته راغلي وو[75].

((بِئْسَمَا اشْتَرَوْاْ بِهِ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُواْ بِمَا أنَزَلَ اللّهُ بَغْياً أَن يُنَزِّلُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ فَبَآؤُواْ بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ =))

۹۰ – د يهودو ځېل: «نوځكه دوى (د الله له لوري) د غضب له پاسه د غضب وړ وګرځېدل» د آيت ددې برخې په تفسير كې ويل شوي، يهودو ته ځكه الله غوسه شوى، چې له الهي آيتونو منكر ول، د الله د اوامرو سرغړاندي ول او الهي پېغمبران يې وژل. دا ړومبى غضب دى، چې پكې را نغاړل شوي. د اسلام د رسول الله(ص) تر راتلو روسته ځوځات يې د محمد (ص) پروړاندې د خپلو نيكونو لار خپله كړه؛ يعنې نه يوازې د هغه دين يې ونه مانه؛ بلكې مبارزې ته يې راپاڅېدل او لامل شو، چې په نور غضب كې را ونغاړل شي او دا دويم غضب دى[76].

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ بِمَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ نُؤْمِنُ بِمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرونَ بِمَا وَرَاءهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقاً لِّمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنبِيَاء اللّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ=))

۹۱- ځوځات يې د نيكونو پر پېغمبر وژنې خوشحاله ول: «نو تردې له مخه ولې مو د الله استازي وژل؟» د آيت تردې برخې لاندې له امام صادقرحمة الله علیه روايت شوی: « دا آيت د رسول الله(ص) د زمانې د يهودو په باب رانازل شوى، حال دا دوى خو مخكېني پېغمبران وژلي نه وو او پرمهال يې هم نه ول؛ بلكې پېغمبران خو مخكېنيو يهوديانو وژلي ول؛ خو الله دوى د وژونكيو پرځاى شمېرلي او له هغوى سره يې يو ځاى كړي او د مخكېنيو [ناوړه] چار يې پر دوى ورتړلى دى؛ ځكه په تېرو پسې ور روان ول او ورسره يې مينه او خواخوږي وه او پر چارو يې خوشحاله ول[77]».

((قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الآَخِرَةُ عِندَ اللّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُاْ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ=))

۹۴- د يهودو ځېل پالي او د قرآن حکیم دريځ: د قرآن حکیم مجيد پر آيتونو سربېره د يهودو له تاريخه راڅرګندېږي، چې دوى ځانونه لوړخېل ګڼل (؛ لكه چې اوس هم دغسې انګېرنه لري) او ګروهن دي، د انساني ټولنې د انځرګل دى او جنت ورته پيدا شوى او د الله اولاده او ځانګړي دوستان يې دي او لنډه داچې يوازې همدوى ښې ځانګړنې لري. دا چټي ځانمني يې د قرآن حکیم په بې شمېره آيتونه كې څرګنده شوې وه. د مائدې سورت په 18 آيت كې يې له خولې لولو: « موږ د الله اولاده او ځانګړي دوستان يو» په بقرې سورت كې لولو: « يوازې يهود جنت ته ننووځي» دا انګېرنې يې یو خوا تېري، جنايت، ګناه او سرغړونې ته وربولي او بلخوا ښاڅمنۍ (كبر)، ځانمنۍ او ځان غوراوۍ ته. قرآن حکیم په همدې آيت كې خوله ماتې ځواب وركوي: « ورته ووايمه: (تاسې خو ادعا لرئ) چې الله يوازې موږ ته د آخرت كور ځانګړى كړى، نه نورو خلكو ته؛ نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيلمن شئ»؛ يعنې ښه مو نه ايسي، چې د الله د رحمت په لمن كې راونغاړل شئ او د جنت بې پايه نعمتونه مو درسره وي؟ يهوديانو په دې ادعا مسلمانان له خپل دينه زړه توري كول؛ خو قرآن حکیم يې دروغ او ټګي را برسيروي؛ ځكه له دنيا تلو ته يې زړه نه ښه كاوه؛ لكه چې په 95 آيت كې ورته اشاره شوې ده[78].

((قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللّهِ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ =))

۹۷- له حضرت جبرييل سره د دښمنۍ تر پولې ځېل: مفسرانو ددې آيت په شأن نزول كې ويلي: رسول الله (ص) مدينې ته راغى؛ نو يوه ورځ يو يهودي عالم « ابن صوریا» د فدك د يهودو له يوې ډلې سره رسول الله ته راغلل او له آنحضرت نه يې بېلابېلې پوښتنې وكړې او د نبوت او رسالت نښې يې پكې لټولې. رسول الله(ص) يې پوښتنې ځواب كړې او قناعت يې وكړ. « ابن صوريا» وويل: يوه پوښتنه پاتې ده، كه سم ځواب يې راكړې، ايمان درباندې راوړو او لاروي دې كوو: كومه پرښته درباندې رانازلېږي؟ و یې ويل: حضرت جبرييل. ابن صوريا وويل: هغه خو زموږ دښمنه ده؛ ځكه د جهاد او جګړې په باب سخت امرونه راوړي؛ خو مكاييل تل ساده او اسان حكمونه راولي، كه د وحې پرښته دې مكاييل وه، ايمان مو درباندې راووړ. په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو: « چې څوك له حضرت جبرييل سره دښمن و (په حقيقت كې د الله دښمن دى؛ ځكه هغه) خو د الله په حكم ستا پر زړه قرآن حکیم درنازل كړى دى[79]». شأن نزول هغه پېښه ده، چې ورپسې آيت يا آيتونه رانازل شوي؛ نوځكه پر شأن نزول پوهېدنه، د آيتونو د مانا په پوهېدو كې ډېر اغېزمن او ګټور دى.

((مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ =))

۹۸ – څلور مقربې پرښتې: اسلامي كتابونه، جبرييل، ميكاييل، اسرافيل او عزراييل د الله مقربې پرښتې بولي، چې په دوى كې حضرت جبرييل تر ټولو غوره دی[80]. دوى په چارو كې د الله واسطې او وسيلې دي: جبرييل د الهي وحې واسطه، ميكاييل د مخلوقاتو د رزق او روزې واسطه، اسرافيل په قيامت كې مړي را ژوندي كوي اوعزراييل ساه اخلي[81]. د پرښتو په باب د امام سجاد په يوې دعا كې لولو: « خدايه! پر. . . او اسرافيل درود ولېږه، د شپیلۍ پرښته (هغه شپیلۍ، چې په پو كولو يې ټول مري اوپه دويم ځل پو كولو يې ټول راژوندي كېږي) چې ستا حكم ته سترګې پر لار ده، چې په شپيلۍ كې يې پو كړي او په قبر كې ويده راپاڅوي او همداراز پر مكاييل درود ولېږه، چې ستا پروړاندې لوړ مقامى او ستا د اطاعت له لامله د اوچت مقام خاوند دى او پر جبرييل، چې ستا د وحې امين دى، چې په اسمانونو كې يې اطاعت كېږي او ستا پروړاندې عزتمن او درشل ته دې نژدې او مقرب دى»[82].

((وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُواْ لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْاْ بِهِ أَنفُسَهُمْ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ =))

 ۱۰۲ – حضرت سليمان علیه السلام كافر نشو: له احاديثو معلو مېږي، چې يوې ډلې د حضرت سليمان علیه السلام پرمهال د ده په هېواد كې كوډې كولې. سليمان علیه السلام امر وكړ، چې ګردې ليكنې او پاڼې يې راټولې او په يو ځانګړي ځاى كې يې وساتئ؛ ځكه ښايي د كوډو د لرې كولو لپاره پكې ګټور مطالب وي، يوې ډلې د سليمان علیه السلام تر وفات روسته دا پاڼې را وایستلې او د كوډو په ښوونې او خورولو لګيا شول، ځينو له دې موقعيته ګټنه وكړه او و يې ويل: سليمان خو بيخي پېغمبر نه و؛ بلكې د همدې كوډو په مټ پر خپل هېواد لاسبری شو او خارق العاده چارې يې كولې. يو شمېر اسراييلو د كوډګرو لار ونيوه او په كوډو يې زړه وتاړه، تردې چې له تورات نه يې لاس واخست. د اسلام رسول الله، چې راغی او د قرآن حکیمي آيتونو په ترڅ كې يې وويل: سليمان علیه السلام له الهي پېغمبرانو ځنې و؛ نو د يهودو ځينو عالمانو او احبارو وويل: له محمده مه هېښندېږئ، چې وايي سليمان علیه السلام پېغمبر دى، حال دا هغه خو كوډګر و؟ د يهودو دا وينا پردې سربېره، چې پردې ستر الهي پېغمبر يو ستر تور شمېرل كېږي؛ نو ورسره جوخت د سليمان علیه السلام كفر هم ګڼل كېږي؛ ځكه د وينا له مخې يې سليمان يو كوډګر و، چې په دروغو يې ځان ته پېغمبر وايه، چې دا چار د كفر لامل دى؛ نو په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو[83].

102- چې الله څه غواړي، هماغه به كېږي، د آيت ددې برخې [= خو دوى بې د الله له اجازې چا ته زيانمن نه دي] په تفسير كې يې ويلي، داسې مانا نه وركوي، چې د زور مساله اوڅار (مطرح) ده؛ بلكې د توحيد يو بنسټيز آر ته اشاره ده، چې په نړۍ كې ګرد ځواكونه د پالونكي له ځواكه سرچينه اخلي. ان د اور سوځول او د چړې غوڅول د الله په امر دي، داسې نه ده، چې كوډګر د الله د ارادې او غوښتنې پرخلاف په پنځون (پنځون) كې لاسوهنه وكړي او داسې نه ده، چې الله په خپلې واكمنۍ كې محدود او را ايسار كړي؛ بلكې دا يو شمېر ځانګړنې او اغېزې دي، چې الله په بېلابېلو موجوداتو كې ايښې دي، ځينې ترې ښه ګټه اخلي او ځينې ترې ناوړګټنه كوي؛ نو الله هم چې انسانانو ته ازادي او اختيار وركړی، د ازمېښت او د بشپړتيا وزله يې ده[84].

102- كوډې؛ ستره ګناه ده: كوډې يو ډول خارق العاده چار دى، چې كله د انسانانو پر تنو خپلې اغېزې شيندي او يو ډول چشم بندي ده او كله يې اغېز يوازې اروايیز او واندیز (خيالي) اړخ لري[85]. د ټولو اسلامي فقهاوو له نظره د كوډو زده كړه او كول حرام دي. په دې باب حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «چې څوك لږې يا ډېرې كوډې زده كړي؛ نو كافر شوی دی او بيخي يې له الله سره اړيكه پرې كېږي» البته که كوډې ددې لپاره زده كړاى شي، چې د كوډګرو كوډې پرې لرې كړاى شي؛ نو بيا خو سمه ده؛ بلكې كله هم كفايي واجب وي، چې يو شمېر كوډې زده كړي، چې كه كوم دروغجن مدعي، خلك پرې بېلارې كوي؛ نو كوډې به يې لرې او دروغ به يې را برسېره كړي.

((مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= ))

۱۰۶ – د انسان بشپړتيا ته يوه کړلار: « نسخ» د منځه وړو پر مانا ده او د شرع په سول (منطق) كې د يو حكم بدلول او پرځای يې د بل حكم راوړل دي؛ لكه مسلمانانو مدينې ته تر هجرت روسته د بيت المقدس په پلو اوه مياشتې لمونځ وكړ، بیا ورته د قبلې د بدلون امر وشو او مؤظف شول، چې كعبې پلو ته لمونځ وكړئ. د نسخ د مفهوم په باب دې ټكي ته په پامنيوي، چې كله د زمانې او د چاپېريال د شرايطو په اوړېدو، د انسان اړتياوې هم بدلون مومي او كله ثابتې او پر خپل ځاى وي. يوه ورځ يوه کړلار د انسان د نېكمرغۍ ضامن وي؛ خو بله ورځ شونې ده، د شرايطو په اوړېدو هماغه کړلار يې د لارې خنډ وي. يوه ورځ يو درمل يو رنځور ته ډېر ګټور وي او طبيب يې ورته ليكي؛ خو بله ورځ، چې رنځور څه نا څه روغ شوى؛ نو شونې ده، طبيب پرې دا درمل منع او نور ورته وليكي. دا ټكى په تېره د انسانانو او ټولنو د تکامل قانون ته په پامنيوي ښه څرګندېږي، چې د انساني ټولنو په تكاملي بهير كې كله يوه کړنلاره ګټوره او رغنده وي او كله زيانمنه وي. د ټولنيزو او ګروهیزو انقلابونو په پيلامه كې په زماني برخو او مقاطعو كې د کړلارو سوکه سوکه اوړېدنه اړينه برېښي؛ البته هېر مو نشي، د الهي اديانو آرونه، چې بنسټېزې ستنې دي، په هر ځاى او هرو شرايطو كې يو ډول دي. هېڅكله توحيد يا د ټولنيز عدالت آرونه او په څېر يې سل ګونه احكام نه بدلېږي او د نسخ په قاعدې كې کوشني او فرعي مسايل رانغاړلېږي[86].

((أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُواْ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِن قَبْلُ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ= ))

۱۰۸ – معجزه: د نبوت زباد ته يوه وزله ده: قرآن حکیم په بې شمېره ځايونو كې دا مطلب څرګند كړى، چې قوم يې له حضرت موسى علیه السلام داسې غوښتنې كولې، چې لامحال وې يا مصلحت نه وه، چې ترسره شوې واى؛ بلكې د بقرې سورت په 55 آيت كې يې له خولې لولو[ او (دریاد کړئ) چې کله مو وویل: موسی! بیخي ایمان درباندې نه راوړو؛ خو داچې خدای ښکاره (په خپلو سترګو) ووینو. . . ] او د زخرف سورت په 53 آيت كې د فرعون له خولې راغلي: [که (موسی) رښتیا وايي؛ نو ولې د سرو زرو وښي ورکړل شوي نه دي یا ولې پرښتې ورسره راغلي نه دي] الله هم د همدې پلمو او بې ځايه غوښتنو له لامله (چې د حق نه منلو لامل يې وه) سخت په عذاب كړل. د قريشو مشركانو او د پېغمبر د زمانې يهودو هم له رسول الله(ص) دغسې غوښتنې درلودې؛ لكه چې د اسرا (بني اسرائيل) سورت په (90 -93) آيتونو كې يې له خولې لولو: [او و یې ويل: ((تر هغه به درباندې ايمان رانه وړو، چې له دې (وچې اوسوځنده) ځمكې دې چينه نه وي رابهولې؛ او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو بڼ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛ يا لكه څنګه چې ګومان كوې، پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا الله او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو)؛ يا د سرو زرو يو كور ولرې يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختو به (هم) باور و نه كړو، څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې، چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي))) ووايه: ((پالونكى مې (له دې بې معنا خبرو) پاك دى! ايا (زه) بې له يوه بشري استازي بل څه يم؟!)) ] واقعيت خو دادى، پېغمبرانو د خپلې ادعا ثبوت ته او داچې د الله استازي دي، د الله په امر او اجازې او د خپلې زمانې د خلكو د پوهېدنې او شعور هومره، داسې چارې خلكو ته ورښوولې، چې خلک یې له كولو بېوسې ول؛ ځكه دې چارو ته معجزې وايي. دا آيت د اسلام د رسول الله(ص) مخالفين رټي، چې بې ځايه غوښتنې دې نه كوي، كه نه د موسى علیه السلام د قوم په څېر به پر الهي عذاب اخته شي. له آره خو معجزه د انبياوو عليهم السلام د نبوت د ثبوت لپاره وه، نه چې وګړي د خپلو ځاني غوښتنو له مخې، چې څه وغواړي، ورته راوړي او د الهي رسالت لمن يې د خلكو په ټوكو او نندارو واوړي[87].

((وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَـئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ =))

۱۱۴ – د جوماتونو ړنګول او له ورتلو يې مخنيوى: دا آيت د قريشو د كفارو او مشركانو په هكله رانازل شوى، چې په مسجد الحرام او د كعبې په چاپېريال كې يې د مسلمانانو د لمانځه مخه نيوه [88]. البته د آيت مفهوم پراخ دى او په ټاكلي وخت او ځاى پورې نه را ايسارېږي، د نورو آيتونو په څېر، چې په ځانګړو شرايطو كې رانازل شوي او حكم يې په ګردو پېرونو كې ثابت دى؛ نوځكه هر څوك او هره ډله، چې د الهي جوماتونو په يو ډول ړنګولو كې هڅه وكړي يا ددې خنډ شي، چې د الله نامه پكې ياد نشي يا يې پكې عبادت ونشي؛ نو په آيت كې په راغلي ستر عذاب كې را نغاړلېږي. دې ټكي ته پام لازم دى، چې جومات ته د ننوتو مخنيوی او د پالونكي د نامه يادونه او د جومات په ړنګونه كې زيار كاږل، يوازې دا نه دي، چې د جومات ودانۍ تش په نامه ړنګ كړاى شي؛ بلكې هر چار، چې پايله يې د جوماتونو د شنډيدو لامل شي، په همدې حكم كې رانغاړلېږي همدغسې دي هغه څه چې خلك د الله له ياده غافل كړي[89].

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ=))

 ۱۱۵ – په لمانځه كې قبلې ته د پام علت: په تېر آيت كې د هغو ظالمانو په هكله خبره وه، چې د الهي جوماتونو خنډ او په ړنګولو كې يې هڅاند ول، دا آيت په همدې خبرې پسې دى او وايي: « ختيځ او لويديځ ټول د الله دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، الله هلته دى» كه تاسې يې د جومات او د توحيد هډو ته له ورتلو منع كړئ، د الله د بندګۍ لار بنده نه ده، د نړۍ ختيځ او لويديځ په الله پورې تړاو لري؛ نو چې چېرې ولاړ شئ او هرې لورې ته مخ كړئ، الله هلته دى؛ يعنې الله په هر ځاى كې نمانځلالى شئ. بل ټكى دا، قبلې ته د پام مفهوم راښيي، د الله سپېڅلى ذات په كوم يو ټاكلي لوري كې نه را ايسارېږي؛ بلكې داچې انسان يو توکیز شتون دى او بايد ېوې لوري ته لمونځ وكړي، امر شوى ګرد يوې خوا ته لمونځ وكړئ، چې د مسلمانانو په ليكو كې همغږي او يووالی پيدا او د ګډوډۍ مخه ونيول شي. همداراز كعبه چې د قبلې په نامه ټاكل شوې، يو سپېڅلى ځاى دی، د توحيد لرغونې هډه ده او ورته پام د توحيدي خاطرو رايادول دي[90]. كعبه هغه ځاى دى، چې پر لور يې لمونځ او سجده كېږي او نه پخپله كعبې ته؛ البته په ډېرى عبادتونو كې قبلې ته پام شرط نه دى[91].

((إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلاَ تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ=))

۱۱۹- د پېغمبرانو سترې دندې: زېرى وركول او ګواښګرندي د الهي پېغمبرانو خورا ستر چار دى. له يوې خوا مؤمنان او نېكچاري يې په دنيا او اخرت كې د خپلو كړنو له بدلې خبرول او بلخوا كافران بدچاري يې د كفر او ګناه له دردناكو پايلو خبرول، چې په دې توګه انسان د ژرغونې او هلاكت دوه لارې په څرګنده ومومي او په خپله خوښه يوه يې غوره كړي؛ لكه چې قرآن حکیم د انفال سورت په 42 كې وايي: ((چې څوک هلاک (او بېلارې) کېږي په ښکاره دلیل سره هلاک شي او څوک چې (مانیز) ژوندون مومي، د حجت له مخې ژوند ومومي.[92]))

((الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلاَوَتِهِ أُوْلَـئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمن يَكْفُرْ بِهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ= ))

۱۲۱ – د قرآن حکیم وړ لوستنه: د آيت تردې برخې [= هغوى ته چې اسماني كتاب مو وركړى (؛ نو) داسې يې لولي، چې څنګه يې د لوستو حق دى] لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: « منظور دادى، د قرآن حکیم آيتونه په ځير او بېل بېل ولولئ، پر حقايقو یې ځانونه پوه او احكام يې عملي كړئ، زيريو ته يې هيلمن او له ګواښونو يې ډارن وسئ، له كيسو يې عبرت واخلئ، امرونه ته يې غاړه كېدئ او له منعو يې ډډه وكړئ. پر الله قسم، منظور دا نه دى، چې آيتونه او ټكي يې ياد، سورتونه يې تلاوت او اعشار او اخماس (د قرآن حکیم ويشنه لكه: په دېرشو برخو يا څلورو ضربو او. . . ) يې زده كړاى شي، د قرآن حکیم ټكي يې زده كړل؛ خو د قرآن حکیم حدود يې ضايع كړل، منظور يوازې دادى، چې د قرآن حکیم په آيتونو كې غور او فكر وكړئ او احكام يې عملي كړئ[93]»

((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ =))

۱۲۴ – د حضرت ابراهيم علیه السلام امامت او مشرتوب: د آيت ددې برخې ((چې الله، ابراهيم په ډول ډول وزلو وازمېيه)) په تفسير كې راغلي، مراد هغه ازمېښتونه او سختۍ دي، چې حضرت ابراهيم علیه السلام پرې وازمېیل شو؛ بلكې د مكې په وچې او شاړې ځمكې كې د خپلې مېرمنې او زوى پرېښوول، د بابل د بوتانو پر ضد پاڅون، د دوی د بوتانو ماتول، په اور كې يې ورغوځېدل د بوتپالو له سيمې مهاجرت او. . . قرآن حکیم په صافات سورت 106 آيت كې د نوموړي يو خورا څرګند ازمېښت (؛ يعنې د ګران زوى حضرت اسماعيل علیه السلام حلالول) بيان كړی دی. مفسرانو ويلي: حضرت ابراهيم علیه السلام ته د خپل عمر په روستيو كې ددې آيت خطاب وشو او مخكې تردې چې د الله له لوري «امام» شي، د الله پېغمبر و او دا راښيي، د « امامت» مقام تر « نبوته» اوچت دى، د امام صادق په يوه روايت كې راغلي: «الله ، ابراهيم علیه السلام مخكې تردې چې خپل پېغمبر كړي، خپل بنده يې كړ، مخكې تردې چې رسول او استازى يې كړي، په خپله پېغمبرۍ يې وټاكه، مخكې تردې چې خپل خليل او دوست يې وګڼي، خپل رسول يې كړ او مخكې تردې چې امام يې كړي، خپل خليل يې كړ؛ نو دا ګرسره مقامونه يې پر برخه شول، و یې ويل: ته مې د خلكو امام كړې، ابراهيم ته دومره دا مقام ستر وبرېښېد، چې و یې ويل: خدايه! او له ځوځاته مې هم امامان وټاكه. . . . » امام هغه دى، چې خلك ورپسې اقتدا كوي او درېږي او خپل مشر يې ګڼي او په وينا او كړنو پسې يې ځي. د پېغمبر دنده خلكو ته د الله د پېغامونو رسونه او د نېكمرغۍ د لارې ښوول دي؛ خو د امام دنده، د الهي لارښوونو عملي كول دي؛ يعنې امام خپله په الهي ځواك لار ښيي او هغوى چې ښيون او كمال ته د رسېدو لاره چاره لري، مشري يې كوي او د مطلب ځاى ته يې رسوي[94].

 دا آيت د امام د معصومیت یا پاكلمنتوب يو دليل دى؛ ځكه الله وايي: ظالمانو ته د امامت ژمنه او تړون نه رسي او هر ډول ظلم او تېرى، چې په هر ځاى او د هر چا له خوا وي، لاملېږي، چې د خلكو له امامت او مشرتوبه بې برخې شي[95].

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ =))

۱۲۵ – د خلكو د راستنېدو ځاى او د امن و امان مركز: « مثابة» د «ثوب» له مادې ځنې او مانا يې خپل ړومبي حالت ته د يو څيز ورستنېدل دي او داچې د الله كور يو مركز و، چې هر كال به موحدين ورتلل او نه يوازې له جسماني پلوه؛ بلكې له روحاني اړخ هم ړومبي توحيد او فطرت ته ورستنېدل دي؛ نوځكه « مثابة» ورته ويل شوې. د « ابراهيم مقام» كعبې ته نژدې يو ځاى دى، چې حاجيان تر طواف روسته ورځي او د طواف لمونځ پكې كوي. په رواياتو كې راغلي د « ابراهيم مقام» يو ځاى دى، چې حضرت ابراهيم پرې ودرېد اود پښې پل يې پر تېږه پاتې شو[96].

((رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ =))

۱۲۸ – مناسك: د آيت ددې برخې (او د خپل عبادت دود راوښيه) په تفسير كې دوه نظره ډېر پاموړ دي: يو دا په آيت كې له مناسكو مراد، د حج مناسك او آداب دي؛ يعنې حضرت ابراهيم علیه السلام او حضرت اسماعيل علیه السلام ، چې د الله خونه ودانه كړه، له خدايه يې وغوښتل، چې د خپل كور حج دود وروښيي. دويم دا له مناسكو مراد، ټولې ديني دندې او عبادي كړنې دي؛ يعنې دواړه له خدايه غواړي، د خپلې بندګۍ او عبادت دود ورزده كړي، چې پر خدای خوښي دود يې ونمانځي[97].

128 – د پېغمبرانو توبه او استغفار: د آيت ددې برخې (او توبه مو قبوله كړه) په څرګندنه كې ويل شوي، حضرت ابراهيم علیه السلام او حضرت اسماعيل علیه السلام خو څه ګناه كړې نه وه، چې توبه يې وباسي؛ ځكه پېغمبران معصوم دي او هېڅ ګناه ترې كېږي نه؟ خو د الله مقرب بندګان هر مقام ته چې رسي، كه څه تر عادي انسانانو د الله پېژندګلو له اړخ په خورا اوچته مرتبه او مقام كې دي، د الله پروړاندې ځانونه کوشني، ذليل او مقصر بولي او الله چې كومه لورنه پرې كړې، پروړاندې ځان خېجله ويني؛ نوځكه خپل عبادت د الهي درشل وړ نه بولي او توبه كاږي؛ لكه چې له رسول الله (ص) نه روايت شوى: « خدايه! چې څنګه درسره ښايي و مو نه پېژندې او چې څنګه يې وړ وې ومو نه نمانځلې[98]».

((وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلاَّ مَن سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ=))

۱۳۰- د عقلمنو لار: روسته له دې چې الله د خپل نېک بنده حضرت ابراهيم خلیل الله علیه السلام په باب خبرې كوي او په بندګۍ كې يې اخلاص او هر اړخيزې دعاوې (چې د دنيا او آخرت اړتياوې را نغاړي) يادوي او نورو انسانانو ته يې چوپړ ستايي؛ نو دا يو بشپړ انسان او د خلكو امام معرفي كوي او وايي: بې له ناپوهانو، چې عقلي وده يې كړې نه ده، بل څوك د ابراهيم له دين او دوده مخ نه اړوي؛ ځكه روغ عقل خو انسان ته امر كوي، چې د نېكمرغۍ او تكامل لار خپله كړه او قرآن حکیم د نېكمرغۍ يوازېنۍ لار، سوچه توحيد او الله ته غاړه ايښوونه (چې د ابراهيم د لارې حقيقت دى) ښوولې ده؛ نو عقلمن په خپل عقل، ابراهيم او لارې يې پېژني او بيا له دغسې انسانه لاروي، نېكمرغي ګڼي او چې څوك د ځېل او تعصب له مخې د ابراهيم له لارې مخ اړوي، په حقيقت كې له عقلي پلوه يې وده كړې نه ده او پاګل دى[99].

((إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ =))

۱۳۱- د اسلام مانا او درجې: اسلام او تسليم دواړه په دې مانا دي، چې څوك او كوم څيز د بل مطيع او ورته غاړه ايښوونكى وي او هېڅكله ترې سرغړاندي و نه كړي. په دې آيت او په څېر يې اسلام؛ يعنې الهي لارښوونې ته مطلقه غاړه ايښوونه ده، چې دا هم بېلابېلې درجې لري. د اسلام ډېره ټيټه ګرايه او درجه د الله پر وحدانيت ژبنۍ منښته (اقرار) او نور الهي پوهاوى دى، چې شهادتين ورته وايو. بېشكه په دغسې آيتونو كې د حضرت ابراهيم له اسلامه مراد د اسلام دا درجه نه؛ بلكې الله ته غاړه ايښوونه په دې بڼه ده، چې بنده ځان د هېڅ څيز مالك ونه ګڼي او الله د ګردو څيزونو مالك او له دې ځنې د ځان مالك وبولي، په دې بڼه كې د الله اراده به يې خپله اراده شي او ټولې هڅې يې د الله د رضا د ترلاسه كولو لپاره كېږي[100].

((صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدونَ =))

 ۱۳۸ – الهي رنګ: دا آيت وايي: كوم ايمان، چې په دوو تېرو آيتونو كې ويل شوى، يو ډول الهي رنګ دى او دا خورا غوره رنګ دى، نه د يهوديت او نصرانيت رنګ، چې د الله په دين كې يې درز اچولى او هاغسې يې پر پښو و نه دراوه، چې الله يې امر كړى و[101]. ځينو ويلي: الله ځكه په دې آيت كې د رنګ له كلېمې ګټنه كړې؛ لكه چې څنګه رنګ د يو جسم نه بېلدونكې برخه كېږي، ايمان د مؤمنانو په زړونو كې ننوځي او ترې نه وځي[102]. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوى: « له الهي رنګه مراد هماغه اسلام دى[103]»

((قُلْ أَتُحَآجُّونَنَا فِي اللّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ =))

۱۳۹ – د كړنې د منلو خورا مهم لامل: اخلاص؛ يعنې له هغو څيزونو د يوه څيز پاكول، چې بې له دې څيزه وي[104]. په قرآن حکیم كې اخلاص په دې مانا دى، چې د الله په عبادت كې بل څوك يا څيز شريك او ورګډ نه كړي او نمانځنه او عاجزي يوازې د الله د رضا د لاس ته راوړو لپاره وي[105]. د كهف په 110 آيت كې راغلي: [ نو څوک چې له خپل پالونکي سره د مخامختیا هیلمن وي، باید ښې چارې وکړي، او هېڅوک د خپل پالونکي په نمانځنه کې ورګډ نه کړي] په قرآن حکیم کې او د اهلبيتو په رواياتو كې په عبادت كې پر اخلاص خورا ټينګار شوى، داسې چې د كړنې د قبلېدو خورا مهم لامل يې ښوولى دى. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: « پالونكى مو لورين دى او لږه (كړنه) مني. د الله بنده يوازې د الله د رضا لپاره دوه ركعته لمونځ كوي او له لامله يې الله جنت ته بوځي[106]» او بلخوا بې له الله د بل د خوښې لپاره څه چار كول، د كړنې د نابودۍ ستر لامل ګڼي؛ لكه چې له رسول اكرم (ص) روايت شوى: « پالونكي مو ويلي: زه ښه شريك يم، چې څوك په خپل چار كې يو مخلوق مې هم راسره شريك نه كړي؛ نو دا ټول چار خپل ګډونوال ته وركوم؛ ځكه زه هغه كړنه منم، چې يوازې ماته نږه شوې وي[107]»

((تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

 ۱۴۱ – پر خپلو نيكونو د يهودو وياړنه: دا آيت د يهودو يوې تېروتنې ته اشاره ده، چې پر خپلو نيكونو او پر وياړنو يې او د الله پروړاندې يې د هغوى پر ستریا خورا اډانه کوله او انګېرله يې كه پخپله ګناهګاران وي؛ خو د دغسې نيكونو په رڼا كې به ژغورندويان شي، قرآن حکیم په دې آيت كې وايي: « په هر حال، هغوى يو امت و، چې تېر شو، چې څه يې كړي، يوازې ځان ته يې كړي او چې څه كوئ، يوازې ځان ته يې كوئ او چې څه يې تل كول، په اړه يې نه پوښتل کېږئ»؛ نوځكه ددې پرځای چې مخه مو د خپلو نيكونو وياړنو ته ورګرځولې وي، د خپلې ګروهې او كړنو په سمولو كې هڅه وكړئ كه څه په ظاهره ددې آيت مخاطب يهود او كتابيان دي؛ خو څرګنده ده، چې دا حكم په دوى پورې ځانګړى نه دى او مسلمانان هم رانغاړي[108].

((سَيَقُولُ السُّفَهَاء مِنَ النَّاسِ مَا وَلاَّهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُواْ عَلَيْهَا قُل لِّلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

۱۴۲ – په قبلې بدلولو د يهودو دسيسه شنډه شوه: له دې آيته تر 150 آيته د قبلې د بدلون په اړه ويينه ده، تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: « رسول الله (ص) ديارلس كاله په مكه او تر هجرت روسته اوه مياشتې په مدينه كې بيت المقدس پلو ته لمونځ وكړ، بيا مكه قبله شوه؛ ځكه يهودو پېغمبر ته پېغور وركاوه « ته زموږ لاروى يې او قبلې ته مو لمونځ كوې» پېغمبر له دې خبرې سخت خپه شو او په نيمه شپه كې له كوره راووت او سترګې يې د آسمان څنډو ته ونيوې او په دې حال كې د قبلې د وضعيت او د دښمنانو د پېغور په اړه د الله امر ته سترګې پر لار و. په ورپسې ورځ پېغمبر ماسپښين د بني سالم په جومات كې پر لمانځه ودرېد او دوه ركعته لمونځ يې چې وكړ؛ نو حضرت جبرييل امین راغى او پېغمبر يې له دواړو مټونو ونيو او مخ يې كعبې ته ور وګرځاوه او دا آيت يې پرې نازل كړ: په يقين چې (د روستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خوا ته ستا بيا بيا مخ اوښتل وينو، دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو، چې ستا خوښېږي (؛ نو) مسجد الحرام ته مخ وګرځوه[109]» نو پېغمبر دوه ركعته لمونځ د بيت المقدس خوا ته او دوه ركعته يې د كعبې خوا ته وكړل، دلته يهودو او بې عقلو وويل: « پر دوى (مسلمانانو) څه شوي، چې له خپلې مخكېنۍ قبلې (بيت المقدس) وګرځېدل؟» الله يې په ځواب كې وايي: « ختيځ او لويديځ» ټول د الله دي، چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي؛ يعنې ټوله هستي د الله ده او كعبه او بيت المقدس پخپله كوم ارزښت نلري؛ بلكې الله ارزښت وركړى دى[110].

((وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ =))

۱۴۳- منځلارى امت: ځينې ستر مفسرین وايي، چې له دې آيته « تاسې مې منځلارى امت كړئ، چې پر خلكو ګواه وسئ» مراد د اسلامي امت يوه ځانګړې ډله؛ يعنې سپېڅلي امامان دي. داچې « امت وسط» څه دى، دوه نظره اوڅار (مطرح) دي: 1- امت وسط: يعنې منځلارې ډله، چې په ګروهو او كړنو كې يې افراط او تفريط (زيادښت او كمښت) نشته. هو! تل معصومو امامانو د خپلې پاكۍ او الهي عصمت له لامله، په ژوند كې له افراط او تفريطه ډډه كوله او په ټولو چارو كې يې ښه سمه سيده لار خپله كړې وه او يوې خوا ته هم كاږه شوي نه ول؛ نوځكه الله پر خلكو ګواهان نيولي، چې په نړۍ كې د خلكو پر كړنو شاهدان وي او د قيامت په نياوتون كې د الله پروړاندې لېینه (شاهدي) وركړي او الله به يې د شاهدۍ له مخې پرېكړه وكړي. 2- امت وسط: يعنې هغه ډله، چې د رسول الله(ص) او خلكو ترمنځ وي؛ يعنې سپېڅلي امامان د خلكو د كړنو شاهدان دي او پېغمبر پر امامانو شاهد دى. په قيامت كې امامان هم پر خلكو لېینه وركوي او پېغمبر د امامانو په هكله لېینه (ګواهي) وركوي؛ لكه چې د نساء سورت په 41 آيت كې لولو: « پر هغه ورځ به يې حال څرنګه وي، چې له هر امته یې پر كړنو يو لووی راولو او تا به هم پر هغوى لووی كړو»؛ يعنې هر امت (چې اسلامي امت هم پكې راځي) لووي لري او رسول الله (ص) پر ګردو شاهدانو، ګواه دى. په هر حال دا آيت د مسلمانانو د يوې ځانګړې ډلې په هكله دى او نه د ګرد اسلامي امت په باب. تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى: « يوازې پېغمبران او امامان د خلكو ګواهان دي او معقوله نه ده، چې مراد ترې ګرد اسلامي امت وي او الله ترې ګواهي وغواړي؛ ځكه په امت كې داسې كسان شته، چې ګواهي يې د بوس ډكې هومره ارزښت نلري[111]»

((الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ=))

۱۴۶ – په مخكېنيو اسماني كتابونو كې د اسلام د رسول الله ځانګړنې: تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: دا آيت د يهودو او نصاراوو په باب نازل شوى؛ ځكه الله تعالى په زبور، تورات او انجيل كې د محمد (ص) او يارانو ځانګړنې او هجرت يې ياد كړى و؛ لكه چې په قرآن حکیم[112] كې هم وايي: ((محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مؤمنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.)) او د رسول اكرم (ص) او يارانو ځانګړنې يې په تورات كې هم وې؛ نو چې كله الله، رسول الله(ص) راولېږه، كتابيانو پېژانده؛ لكه چې الله په دې هكله وايي: « دا كتاب او پېغمبر يې چې له وړاندې پېژنده؛ خو چې ورغى، پرې كافران شول[113]»

((وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلاَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنْهُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ =))

۱۵۰ – د حضرت علي کرم الله وجهه خلافت: د نعمت تمامېدو د وعدې پوره كول: ځينو مفسرانو د آيت تردې برخې « (د قبلې تفسير له دې لامله و) چې خپل نعمت درتمام كړم» لاندې ويلي: الله په دې آيت كې مسلمانانو ته ژمنه وركوي، چې خپل نعمت به ورتمام كړي. ددې ژمنې پوره كول، د مائدې په درېيم آيت كې ويل شوي: « نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ او خپل نعمت مې پر تاسې درتمام كړ او اسلام مې درته (تلپاتې) دين كړ»؛ لكه چې ګردو شيعه مفسرينو او د اهل سنتو ډېرى علماوو راوړى، دا آيت هله رانازل شو، چې په « خم غدير» كې حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله (ص) له لوري پر ځايناستۍ منصوب شو[114].

((فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ =))

۱۵۲ – د الله د ياد او شكر حقيقت او ځانګړنې يې: د الله يادولو په فضليت كې ډېرى روايات راغلي: له رسول الله (ص) نه روايت شوى، يوه ورځ يې خپلو اصحابو ته وويل: « د جنت په بڼونو كې وګرځئ» وپوښتل شو: رسول الله! څه د جنت بڼونه دي؟ و یې ويل: « د الله د ياد غونډې، ګهيځ او ماښام دې غونډو ته ورشئ او الله ياد كړئ. د چاچې دا ښه ايسي، چې پوه شي، الله ته څومره ارزښت لري؛ نو ودې ويني، چې ده ته الله څومره ارزښت لري؛ ځكه الله خپل بنده ته دومره درناوی لري، چې بنده يې الله ته لري او پوه شئ، چې د خپل مالك او خاوند پروړاندې مو غوره او سپېڅلى چار، د هغه يادول دي؛ ځكه خپله د ځان په اړه وايي: زه د هغه يم، چې ياد مې كړي او هم يې ويلي: ياد مې كړئ، چې له خپلو نعمتونو سره مو ياد كړم. په اطاعت او عبادت مې ياد كړئ، چې تاسې له خپلو نعمتونو، احسانونو، سوكالۍ او رضا سره ياد كړم»؛ البته د الله له ياده منظور، يوازې په خولې د الله نامه اخستل نه؛ بلكې د الله يادول، او د زړه له كو مې عبادت دى او كه ژبنى ذكر له زړه راووځي؛ نو ارزښت لري، كه نه بې ارزښته دى. بايد پوه شو، چې حقيقي ياد د انسان په كړو وړو كې ښكارېږي؛ لكه چې له رسول الله (ص) نه په يوه روايت كې راغلي: « چې څوك د الله اطاعت وكړي، الله ياد كړي، كه څه لمونځ، روژه او د قرآن حکیم تلاوت يې لږ وي او چې څوك د خدای سرغړاندي وكړي، الله يې هېر كړى، كه څه لمونځ، روژه او د قرآن حکیم لوستل يې ډېر وي[115]». قرآن حکیم د الله د ياد ترڅنګ، د شكر ايستو حكم كوي او انسان د نعمت له ناشكرۍ ساتي. بايد الهي شكر د نشتمنۍ په ننګېرنه او مړه خوا الله ته په اړتيا پسې وي، داسې چې يو نېكچارى د يو بېوزلي رنځور درملنه كوي؛ نو له رنځور سره د نېكچاري په باب يو ډول عاجزي پيدا كېږي، چې دا حالت له ژبني تشكر او مننې او چت دى، كه انسان د الله د مخلوق پروړاندې داسې دى؛ نو بايد د ټولو څيزونو د مالك الله پروړاندې به څنګه وي؟ هو! ژبنى شكر له خدايه له عالمانه شكره ډېر واټن لري[116].

((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ= ))

۱۵۵ – سرلوړي زغمناك: دا آيت وايي: الله به بېشكه انسانان په سختيو او بېلابېلو كړاوونو ازمېښت كړي او يوازې زغمناك په دې ازمېینه كې سر لوړي او بريالي راووځي، ورپسې آيت زغمناك راښيي، هغه كسان دي، چې په كړاوونو كې وايي: «موږ د الله يو او پر لور يې ورګرځوو» ناويلې څرګنده ده، چې مراد يوازې ژبني ويل نه؛ بلكې پردې مطلب زړګنۍ ګروهه مهمه ده. داچې د «صبر» او «انالله و انا اليه راجعون» ترمنځ څه اړيكه شته، ځينو سترو مفسرانو ويلي، چې انسان او ټول شته، بدن، مال، مېرمن، اولاد او. . . يې پخپله له ځان څه خپلواكي او استقلال نلري او د الله په ارادې شته شوي او الله د انسان او شتو يې حقيقي مالك دى. كه څه الله په ظاهره انسان د څه څيزونو مالك كړى، چې دا يو نسبي مالكيت دى، چې بېرته ترې اخستل كېږي او انسان به تش لاس الله ته ورستون شي. له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه روايت شوى: «داچې وايو «انا لله» پردې حقيقت منښته ده، چې الله حقيقي واكمن دى او موږ يې مملك يو او داچې وايو «انا اليه راجعون» په دې منښته ده، چې مرو» هو! كه انسان د كړاوونو پرمهال دې ټكي ته پام وكړي، چې ټوله هستي يې د الله ده او الله حقيقي مالك دى او حق لري، چې څنګه غواړي، په شتو كې يې تصرف وكړي او بلخوا انسان به همدا ظاهري شته په نړۍ كې پرېږدي او يوازې به الله ته ورستون شي، پوهېږي چې په حقيقت كې د هېڅ څيز مالك نه دى او له لاسه وتو په هکله یې نه خپه كېږي، چې د ده نه دي او د شتو منځه تلو په غم كې نه بې زغمه كېږي[117]. پر كړاوونو د زغم په هكله امام صادق رحمة الله علیه له رسول الله (ص) ‌روايتوي: « الله وايي: « ما دنيا خپلو بندګانو ته په پور وركړې؛ نو چاچې له دنيا پور راكړ (؛ يعنې د الله په لار كې انفاق وكړي) يو ته یې له لسو تر اووسوو پورې بدله وركوم، او چې څوك ترې پور رانكړي او په زور ترې يو څه واخلم، پروړاندې يې درې څيزونه وركوم، كه له دوى مې يو پرښتو ته وركړى واى، له ما ځنې خوښېدې: د الله صلوات او درود، الهي لورنه او الهي ښيون او هدايت» بيا امام صادق رحمة الله علیه وويل: « دا درې بدلې هغوى ته دي، چې الله څه په زور ترې اخستي وي[118]»

((إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَـئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ =))

۱۶۰ – الله توبه مني: الله يوازې د قرآن حکیم په همدې آيت كې د توبې په هكله له خپلې خولې خبره كړې ده او دا له هغه تن سره د الله خورا مينه راښيي، توبه يې ايستلې او خپل تېر يې سم كړي وي. داچې الله په آيت كې ويلي: « زه يې توبه قبلوم او زه ډېر توبه منوونكى او لورين يم»؛ لكه چې ويلي يې دي: زه پخپله دا چار پر غاړه اخلم او بنده مې له ګناهونو پاكوم او دا ځانګړې لورنه د تواب (ډېر توبه منوونكى) او رحيم (د ځانګړي رحمت درلودونكى) په صفاتو كمال ته رسوي[119]. د امام باقررحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: « د خپل بنده له توبې د الله خوشحالي تر هغې خوشحاله ډېره ده، چې چا په تياره شپه كې خپله توښه وركه كړې وي او و یې مومي[120]»

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ =))

۱۶۴ – غوره الهي لورنه: عقل، يو نعمت دى، چې انسان پرې سموالى او ناسموالى، حق او باطل، رښتيا او دروغ او. . . يو له بله جلا كوي[121] او هدايت پرې مومي او نښه يې له حقه لاروي او پر باطلو ټينګار نه كول دي[122]. په آيتونو او اسلامي رواياتو كې پرعقل خورا ټينګار شوى او غوره الهي لورنه يې ګڼلې ده[123]. دا آيت هم وايي: دا عقلمن دي، چې په پنځون كې اندنه كوي او د خالق يوه نښه يې بولي او ډېرى خلك هم د الله نښې ويني؛ خو هېڅ پند ترې نه اخلي. په يو روايت كې راغلي: يو شمېر وګړیو د رسول اكرم (ص) په مخ كې يو مسلمان وستايه. رسول الله(ص) وويل: « عقل يې څنګه دى؟» وويل شول: رسول الله! موږ يې په عبادت كې له هڅې او د ډول ډول ښو چارو په هكله خبرې كوو او ته يې عقل پوښتې؟ رسول الله(ص) وويل: « كوم مصيبت چې د احمق له حماقته راولاړېږي، د فاجرانو تر سرغړاندۍ بدتر دى. الله په قيامت كې، ټول بندګان د عقل په كچې يې پورته بوځي او له دې مخې الله ته ورنژدې كېږي[124]» البته د ټولنې ځينې وګړي انګېري، چې عقل؛ يعنې ځيركي او زرنګي؛ خو د رواياتو په ژبه كې عقل بې له دې ځنې دى. امام صادق رحمة الله علیه يې په اړه وايي: « عقل يو څيز دى، چې الله پرې ونمانځل شي او جنت يې لاس ته راوړنه وي» راوي وپوښتل: نو معاويه بن ابوسفيان څه درلودل؟ و یې ويل: « هغه ځيركي او شيطنت دى، چې عقل ته ورته دى؛ خو عقل نه دى[125]»

((وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُواْ لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّؤُواْ مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ =))

۱۶۷ – له انفاقه کنجوسي او د قيامت ستره پښېماني: د آيت تردې برخې « دغسې الله يې كړنې د پښېمانۍ په بڼه ورانځوري» لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: « دا هماغه دى، چې خپل مال يې خوشې كړى او په كنجوسۍ يې د الله په طاعت كې نه لګوي، بيا مري او داسې چاته يې پرېږدي، چې د الله په طاعت يا سرغړونه بوخت دى؛ نو كه (وارث) مال، د الله په اطاعت كې ولګوي؛ نو هغه يې (په قيامت كې) د كړنې (ثواب) د بل په تله كې ويني؛ نو حسرت خوري؛ ځكه دا ثواب خو يې د خپل مال پايله ده او كه وارث مال د الله په سرغړاندۍ كې ولګوي (بيا هم حسرت خوري؛ ځكه) همده وارث په دې شتمنۍ د الله په سرغړونه كې پياوړى كړى دى[126]» څرګنده ده، چې دا حديث په قيامت كې د سرغړاندو يو حسرت او پښېماني څرګندوي او د آيت مانا په دې حديث پورې نه را ايسارېږي.

((إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

۱۷۳ – د الله حلال او حرام؛ د انسان له ګټو سره اړخ لګوي: حرام؛ يعنې ممنوع او چې كله وايي يو كار حرام دى، مانا يې داده، چې كول يې منع دي. حلال د حرامو پروړاندې دي او مانا يې په عمل كې ازادي ده (؛ يعنې كول يې منع نه دي) بايد پوه شو، چې د يو كار؛ خوړو يا. . . حلال يا حراموالى د انسانانو په ګټو پورې تړاو لري او الله ته يې څه ګټه نه رسي؛ لكه چې د همدې سورت په 168 آيت كې وايي: « خلكو! له هغو (څيزونو) وخورئ، چې په ځمكه كې حلال او پاك دي!» او دا ټكى يې راپوهولى، چې د يو څيز له حلالوالي سره پاکوالی یې هم مل دی او پاک؛ یعنې څه چې د انسان له طبع سره ساز وي[127]. د مائدې سورت په 4 آيت كې هم وايي: « تا پوښتي، كوم څيزونه ورته حلال شوي. ووايه: څه چې پاك وي، درته حلال شوي . . . » الله په دې آيت كې په عمومي توګه وايي: حلال هغه څه دي، چې پاك او د انسان له طبع سره جوړ وي[128]. له امام صادق روايت شوى: « چې څوك مرداره غوښه خوري، بدن يې كمزورى او رنځورېږي، زور يې كموي، نسل يې پرې كوي او ناڅاپي مري» ښايي دا مفاسد ددې له لامله وي، چې د هاضمې غونډال به له مردارې غوښې، سالمه او ژوندۍ وينه جوړولاى نشي، پردې سربېره، مرداره غوښه د ډول ډول ميكروبونو د راټولېدو ځاى دى؛ نوځكه اسلام نه يوازې مرداره غوښه حرامه كړې؛ بلكې نجسه يې هم ګڼلې ده، چې مسلمانان ترې ځان وساتي[129]. البته موږ ته د ډېری احكامو فلسفه پټه ده؛ خو داچې موږ يې د حكيم الله له لوري ګڼو، عملي كوو يې او د خپل الله منو.

((إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاً أُولَـئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

۱۷۴ – دين پلوري عالمان؛ د اور خوري دي: مفسران يوه خوله دي، چې دا آيتونه د كتابيانو په هكله رانازل شوي دي. او د ډېرو په وينا، په تيره د يهودي عالمانو په هکله دى چې دوى د اسلام رسول الله تر راښکاره کېدو وړاندې په خپلو کتابونو کې يې، چې د رسول الله کو مې ځانګړنې او نښې راغلې وې خلکو ته ويلي؛ خو د رسول الله تر راښکاره کېدو او د خلکو ورته تر لېوالتيا روسته، وډار شول که خپل مخکېنی چلند او سلوک وغځوي؛ نو ګټې يې په خطر کې لوېږي او کو مې ډالۍ چې ورکول کېدې او مېلمستياوې يې چې خوړې له لاسه يې وځي؛ نوځکه په تورات کې د رسول الله راغلې ځانګړنې یې پټولې. البته د آيت مانا په دې شأن نزول کې نه منحصرېږي او د آيت عموميت پر خپل حال پاتې دى او هر څوک رانغاړي چې الهي احکام، اوامر او نواهي پټوي. هغوى چې په قرآن حکیم کريم کې په ډاګه يا اشاره د اهلبيتو راغلي فضايل پټوي او اړوند آيتونه په بله بڼه تفسير او تاويلوي، دوى هم په دې آيت کې رانغاړېږي. همداراز آيت په آخرت کې د دوى د کړنو انځورنې ته اشاره کړې او وايي هغوى چې حقيقت پټوي او له دې لارې ډالۍ او شتمني ترلاسه کوي؛ نو سوځنده اور يې ترلاسه کړى چې د قيامت پر ورځ يې په ګېډو کې وردننه کېږي او دوى سوځوي؛ لکه چې د نساء سورت په لسم آيت کې راغلي: ((څوک، چې په ظلم د پلار مړيو مالونه خوري (په حقيقت کې) يوازې اور خوري او ډېر ژر به د اور (دوزخ) په لمبو کې وسوځي[130])). يادونې وړ ده چې له لږې بيې منظور دا نه دى که ډېره بيه يې اخست؛ نو زيان يې لږ و؛ بلکې په دې مانا ده، چې څه له دنیوي چارو، اجناسو، اعراضو او موخو واخستل شي. نو داچې ګرده دنيا ناڅيزه ګټه (متاع قليل) ده؛ نوځکه بې له لږې ګټې بل څه نه دي؛ زیان او خسارت همدغسې باقي دى.[131]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ=))

١٧٨_ قصاص (غچ)، د ټولنې د امنيت ضامن: پام مو وي اسلام د هر ډول کسات پلوى نه دى؛ بلکې قصاص يو بريد لري او داسې نه ده چې د يوې وژنې لپاره لس ګونه وژنې وشي او يا له يوې وژنې د غچ لپاره له يوه ټبره او کورنۍ بې پاره کسات واخستل شي. لکه چې په جاهليت کې او تر اسلام وړاندې ډېر پېښېدل او ان اوس هم په شاوخوا او يو شمېر هېوادونو کې دود دى. بلخوا د مظلوم وينه ناليدلې ګڼلاى نشو چې د وژل شوي وليانو ته ووايو د دفاع او کسات حق نه لرئ؛ ځکه دا کار ظالمانو او مفسدانو ته د مخې پرانستلو، د بېګناهانو د وينې لتاړېدو او غچ اخستنې حس ته د بې اعتنايئ پر مانا ده او دا دواړه خطرناک دي؛ ځکه لومړنى په ټولنې کې د پرېمانې ګډوډۍ او اړودوړ لاملېږي او د دويمې نه يوازې له عادلانه نظام سره اړخ نه لګوي؛ بلکې له هېڅ عقلاني نظام سره هم سازش نه لري. نو دا منطق، چې ((وينه په وينه نه وینځلېږي)) سم نه دى؛ بلکې په ډېرو ځايونو کې بايد ظالم ته د نورو عبرت لپاره سزا ورکړه شي. لکه چې علي کرم الله وجهه وايي: ((تېږه له کومه ځايه، چې راغلې ورستنه کړئ، چې شر بې له شره نه دفع کېږي)) که د قصاص آيت په تفسير کې د امام سجاد څرګندنو ته ځيرنه وشي، د قصاص زياتې ګټې په نښه کېږي.

امام سجاد رحمة الله علیه د ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ)) آيت تر لوستو روسته ويلي دي: ((د پېغمبر امته، پوه شئ چې قصاص تاسې او اسلامي ټولنې ته د ژوند لامل دى؛ ځکه څوک چې د بل د وژنې په لټه کې دی او پوه شي، چې وژونکى هم وژني او کسات ترې اخلي؛ نو هرومرو له خپل شيطاني انده اوړي او له وژنې لاس اخلي؛ نو د قصاص تشريع، ړومبى د هغه د ژوندون لاملېږي، چې د وژنې يې هوډ شوى او د وژنې يې خنډېږي او دويم د خپله جنايتکار د ژوندون لاملېږي که مقابل لورى ووژني، خپله هم قصاصېږي؛ نو د کسات له ډاره له وژنې لاس اخلي. درېيم د نورو د ژوندون لاملېږي او خلکو او ټولنې ته ځاني امنيت ورډالۍ کوي؛ ځکه چې کله خلک پوه شول قصاص فرض دى او هرومرو عملي کېږي؛ نو د وژنې او قصاص له ډاره به د نورو وژنې ته جرات ونکړي[132]))

((كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ =))

١٨٠_ هغه مستحب چې کله فرضېږي: وصيت، يو له مؤکدو مستحباتو ځنې دى چې کله فرضېږي هم؛ لکه کله انسان د الهي فرضي حقوقو په ادا کولو کې لنډون کړى يا د خلکو څه امانت ورسره دى چې شونې ده د وصيت نه کولو په حال کې يې، حق له منځه ولاړ شي، د ميراث په قانون کې، يوازې د خپلوانو يوه ځانګړې ډله برخمنېږي؛ خو شونې ده په خپلوانو يا په اسلامي ټولنې کې نور وګړي وي چې سختې مالي مرستې ته اړمن وي، يا د ځينو وارثينو د ميراث مبلغ، د دوى د مالي اړتياوې نه پوره کوي؛ نوځکه اسلام د ميراث قانون ترڅنګ، د وصيت قانون ايښى او مسلمانانو ته يې اجازه ورکړې چې _تر خپل مرګ روسته_ د خپل مال د درېيمې برخې په باب هوډ ونيسي. په اسلامي رواياتو کې د وصيت په باب پريمانه ټينګار شوى دى. له رسول الله په يوه حديث کې لولو: ((يو مسلمان ته نه ښايي چې د شپې ويده کېږي؛ خو تر سر لاندې يې وصيتپاڼه نه وي)) البته ((تر سر لاندې)) تعبير د ټينګار لپاره دى او مطلب ترې د وصيت چمتو والى دى. په بل روايت کې لولو: ((څوک چې بې وصيته ومري؛ نو مړينه يې د جاهليت مړينه ده)). د وصيت پر آر سربېره، پر عادلانه توب يې پريمانه ټينګار شوى چې چاته زيان ونه رسي. له امام باقر رحمة الله علیه څخه په يوه روايت کې راغلي دي: ((څوک چې په خپل وصيت کې عدالت خپل کړي، ددې په څېر دى چې ټوله شتمني يې پر ژوندون د الله تعالی په لار کې ورکړې وي او څوک، چې په خپل وصيت کې ظلم او تېرى وکړي، د قيامت پر ورځ له الله تعالی سره د مخامخېدو پرمهال الله تعالی مخ ترې اړوي[133]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =))

١٨٣_ روژه؛ کمال او معنويت ته د ورسيدو خورا اغېزمنه لار: روژه، له سترو اسلامي عباداتو او د پاکلمنو امامانو په وينا، يو له پينځو څيزونو ده، چې اسلام پرې بنا شوى دى[134]. البته دا عبادت د اسلامي امت ځانګړنه نه ده او له اسلام وړاندې امتونو هم د کال په ټاکليو ورځو کې په بېلابېلو بڼو روژه نيوه؛ لکه له غوښې روژه، له شيدو روژه، له خوراک خښاک روژه او. . . لکه چې قرآن حکیم په مريم سورت کې، د حضرت مريم د سکوت او چوپتيا روژې ته اشاره کړې ده. د روژې په فضيلت کې پريمانه روايات راغلي او خپله دا آيت د روژې پر فضيلت څرګند دليل دى؛ ځکه د آيت په پاى کې، د روژې ګټه ((تقوى)) ياده شوې ده. دا تقوى او پرهېزګاري، په روژې او له خوراک څښاک او جنسي شهوته په ډډې کولو ترلاسه کېږي. په بله وينا، روژه کمال او معنويت ته د ورسېدو خورا اغېزمنه لار ده. په قدسي حديث کې لولو: ((روژه ما لپاره ده او خپله يې اجر ورکوم)). ځينو سترو مفسرانو ددې حديث په څرګندنه کې ويلي چې روژه يوازېنى عبادت دى چې انسان يې ښکاره نه کړي؛ نورو ته پټ دى د نورو عباداتو پرخلاف چې نور يې ويني او شونې ده په دې عبادت کې د ريا او ځانښوونې لامل شي. په همدې پار الله تعالى ويلي، چې روژه خپله زما لپاره ده.[135]

((شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =))

١٨٥_ د قرآن حکیم د نزول او الهي مېلمستيا مياشت: د رمضان مياشت، له سپوږميزو مياشتو نهمه يې ده او يوازېنۍ مياشت ده چې په قرآن حکیم کې يې نامه راغلې ده. د رمضان مياشتې له مهمترينو فضايلو دا دي چې آسماني کتابونه، تورات، انجيل، زبور او قرآن حکیم پکې نازل شوي. روايت شوى چې رسول الله (ص) په يوه کال کې د شعبان مياشتې په روستۍ جمعه کې، خپل اصحاب د رمضان مياشتې د ښه راغلاست چمتو کولو لپاره په يوې خطبې کې ددې مياشتې اهميت څرګند کړی: ((خلکو! د الله تعالی مياشتې، له برکته، بښنې او لورنې سره درمخه کړې. دا د الله تعالی په نزد بهترينه مياشت ده. ورځې يې بهترينې ورځې او شپې يې بهترينې شپې دي او ساعات يې غوره ساعات دي. داسې مياشت ده چې د الله تعالی مېلمستيا ته بلل شوي ياست او د الله تعالی له عزتمنو ياست په دې مياشت کې سا ايستل مو، د حق تسبيح ويلو ثواب او خوب مو د عبادت ثواب لري. کړنې مو پکې مقبولې او دعاوې مو قبولې شوې دي. . . بد مرغه هغه دى چې په دې مياشت کې له الهي بښنې بې برخې شي. . . .[136]))

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ =))

١٨٦_ د دعا قبليدو شرايط: دا آيت پر خپلو بندګانو د الله تعالی له پيرزوينو او مينې سرشار آيت دى. الله تعالی په دې آيت کې له خپلې خولې خبره کړې او اوه ځل يې د متکلم ضمير (زه) کارولى دى: ((زما بندګانو))، ((زما په باب))، ((زه درنژدې يم))، ((چې کله مې بولئ))، ((ځوابوم مو))، ((بلنه مې)) او ((او ايمان دې راباندې راوړي)). د قرآن حکیم په بل ځاى کې، يو آيت هم په دغسې ځانګړنې نه موندلېږي. الله تعالی په دې آيت کې، د دعا قبليدو لپاره، يو بنسټيز شرط ايښى او ويلي يې دي: ((چې و مې بلئ))؛ یعنې دعا کوونکى دې له زړه دعا وکړي، نه له خولې. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى دى: ((الله تعالی د هير زړي دعا نه قبلوي)). همداراز بنده دې په دعا کولو خپله اړتيا د حقيقتت له مخې له خدايه وغواړي او نور دې د الله تعالی ترڅنګ، ناڅيزه او کوشني وبولي او که څه مخلوقات د وزلې په توګه پېژني؛ خو د چارو سرشته او سمبالنه دې، د الله تعالی په لاس کې وبولي. په قدسي حديث کې راغلي: ((هېڅ مخلوق بې له ما پر بل منګولې نه لګوي؛ خو داچې د آسمانونو او ځمکې د وزليو جرړې پرې پرې کوم. که څه رانه وغواړي، نه يې ورکوم، که مې وبلي، دعا يې نه قبلوم او هېڅ مخلوق منګولې راباندې نه ښخوي؛ خو داچې آسمانونه او ځمکه يې د رزق ضامن کړم. که مې وبلي، دعا يې قبلوم، که اړتيا او حاجت رانه وغواړي، اړتيا يې ورپوره کوم، او که بښنه رانه وغواړي، بښم يې[137]))

((أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ =))

١٨٧_ د روژې د حکم د تشريع په باب يوه خبره: له رواياتو ګټنه کېږي چې د روژې د حکم په پيل کې، مسلمانانو يوازې حق درلود چې د شپې تر ويدېدو وړاندې خواړه وخوري؛ خو که څوک به د شپې ويده او بيا به راويښ شو؛ خوراک څښاک پرې حرام و، همداراز هغه مهال، د رمضان مياشتې په شپو ورځو کې له مېرمنو سره کوروالى مطلق حرام شوى و، ښايي دا حکم، مسلمانانو ته د ازمېښت او د روژې د احکامو منلو ته يې د چمتو والي يوه وزله وه. د نبي اکرم (ص) د خوات بن جُبَير په نامې يو بوډا يار د کمزورۍ پر حال روژه نيوه او د ورځې به يې (د احزابو جګړې په درشل کې) په خندق ايستو کې له رسول الله او نورومسلمانانو سره برخه اخسته. يوه ورځ د روژې ماتي پرمهال کور ته ولاړ. مېرمن يې ولاړه چې روژه ماتى ورته چمتو کړي؛ خو نوموړى له سختې ستړيا ويده شو چې راويښ شو، و یې ويل: د روژه ماتي حق نلرم او شپه يې په لوږه تېره کړه. سبا په روژه خوله د خندق ايستو لپاره ورغى. د کار په ترڅ کې د کمزوري او ډېرې لوږې له لامله، پر ځمکه بېهوښه ولوېد. رسول الله يې پر سر ودرېد او د حال له ليدو يې خپه شو. بلخوا ځينو مسلمانانو ځوانانو، چې ځانونه کابو کولاى نشول د رمضان مياشتو په شپو کې يې له خپلو مېرمنو سره کوروالى کاوه. دا مهال آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې اجازه ورکړه، چې د رمضان مياشتې په شپو کې خواړه وخوري او له خپلو مېرمنو سره کوروالى وکړي[138].

١٨٧_ يو بل ته ښکلې جامې: دې آيت، مېرمن او مېړه د يو بل جامو ته ورته کړي. جامې يو خوا انسان له سړو تودو، خطر او له بدن سره د څيزونو له لګيدو خوندي کوي، بلخوا يې عيوب او نيمګړتياوې پوښي او بلخوا د انسان تن ته ښکلا ده. په آيت کې دا تشبيه، ورته والى او لطيفه استعاره، دې ټولو ټکيو ته اشاره لري. همسران (مېرمن او مېړه) يو بل له انحرافاتو او په فساد او چټياتو کې له ورلوېدو ساتي او د يو بل عيوب پوښي او بلخوا د يو بل د راحت او ارامۍ وزلې دي او هر يو د بل ښکلا شمېرلېږي. دا تعبير، د نارينه او ښځې نهايي مانيزه اړيکه، يو له بل سره نژدېوالى او هم په دې باب يې پوره برابري روښانه کوي؛ ځکه کوم تعبيرچې د نارينه وو په باب راغلى، د ښځو په باب هم بې له څه توپيره راغلى دى.[139]

((وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ =))

١٨٨_ بډې؛ ستره او چټله ګناه: بډې، يوه له خورا سترو او ناوړو کبيره ګناهونو ځنې ده. امام صادق رحمة الله علیه په دې باب ويلي دي: ((په قضاوت کې بډې، په رښتوني کې پر ستر الله تعالی کفر دى)) له رسول الله(ص) نه په يوه حديث کې لولو: ((الله تعالی، د بډو اخستوونکي او ورکوونکي او د دواړو ترمنځ منځګړى، لعنت کړي دي)) البته ددې ګناه ناوړتوب لامل شوى چې بډې ورکوونکى بډې د ډالۍ، حق وحساب، حق الزحمې او انعام په نامو پټې کړې؛ خو څرګنده ده چې د نامو اوړېدل را اوړېدل هډو د بډو په منځپانګه کې ادلون بدلون راوړى نشي او په هر حال، کو مې پيسې، چې په دې توګه اخستل کېږي، حرامې او نامشروع دي. د نبي اکرم (ص) په سیرت کې لولو چې يو ولسوال يې يو څه بډې د ډالۍ په بڼه منلې دي. حضرت (ص) غوسه شو، و یې ویل: ((ولې هغه څه اخلې چې حق دې نه دى؟)) په معذرت غوښتنې يې وویل: اې رسول الله! څه مې، چې اخستي، ډالۍ وه. رسول الله وویل: ((که پر کور کېنې او زما له لوري د سيمې ولسوال نه يې، آيا بيا هم خلک ډالۍ درکوي؟)) بيا يې امر وکړ، چې مال ترې واخلئ او بيت المال ته يې وسپارئ او بې واکه يې کړ.[140]

((وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ=))

۱۹۱. فتنه، تر وژنې بدتره: د فتنې په اړه ويل شوي، چې دا اصطلاح په آر كې په دې مانا ده، چې د سرو د ښو او نا ښو معلومولو ته په اور كې یې كېښوول دي او د ځينو په وينا له ناپاکۍ نه د پاکۍ په موخه په اور كې د سرو ايښوول دي. په قرآن حکیم كې د فتنې اصطلاح او مشتقات يې شپېته ځل راغلي او په جلاجلا مانا كارول شوي دي، كله د ازمېښت او امتحان پر مانا[141]، كله د دوكې وركولو پر مانا[142]، كله د كړاو او عذاب پر مانا[143]، كله د بې لارېتوب پر مانا[144]او كله د شرك او بوتپالنې يا د ايمان را وړونكیو د لارې د خنډ پر مانا (همدا)؛ خو په ظاهره دا ټولې ماناوې د فتنې آريز مفهوم ته (چې وويل شول) ورستنېږي؛ ځكه د اصطلاح آريزې مانا ته يې په پامينوي، چې سره به د اور په زور نږه كوې چې سوچه سره به له ناپاکۍ پاكوي؛ نو په هر ځاى كې چې يو ډول فشار او سختي وي كارول کېږي؛ لكه ازمېښت چې معمولاً له فشار او ستونزو سره مل دى، عذاب چې د سختۍ او فشار يو بل ډول دى، دوكه او چل ول، چې تر دباوونو لاندې تر سره كېږي او همداسې شرك يا د خلكو ښيون په لار كې خنډ، چې له هر يو سره يو ډول دباو او سختي مل ده. لنډه خبره داچې بوتپالي او ترې راولاړ شوي ډول ډول وگړيز او ټولنيز فسادونه په مكه كې دود شوي وو او د الله د امن حرم يې ككړ كړى و او فساد يې تر قتل او وژنې هم ډېر و. دا آيت وايي، چې د وينو د تو یېدو له ډاره له بوتپالۍ سره له جگړې لاس مه اخلئ، چې بوتپالي تر وژنې بدتره ده[145].

۱۹۱. د كعبې چاپېريال يا مسجد الحرام: ځكه يې د كعبې چاپېريال ته مسجد الحرام ويلى، چې الله پكې داسې څيزونه حرام كړي، چې په نورو ځايونو كې حلال دي، چې يو يې بې احرامه مسجد الحرام ته ننوتل روا نه دي او چې څوك ورننوځي؛ نو لومړى بايد مُحرم شي. همداراز هلته جگړه او وينه تو یېدنه حرامه ده (خو داچې د دفاع لپاره وي) د حرامو مياشتو، د نامو ايښوونې لامل همدا دى؛ ځكه په دې مياشتو كې جگړه حرامه ده؛ خو د دفاع لپاره[146].

((وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ =))

۱۹۵. انفاق؛ د ټولنې له منځه تلو د ژرغورنې لار: مفسرانو د دوو غونډلو [«او د الله په لار كې نفقه وركړئ» او « ځان په خپل لاس مه هلاكوئ»] د اړيكې په اړه ويلي، چې انفاق ټولنه له هلاكت او منځه وړو ژغوري؛ ځكه كه انفاق هېر كړاى شي او شتمني د يو شمېر كسانو په لاس كې راټوله وي او پروړاندې يې ډېرى خلك بې برخې وي؛ نو ډېر ژر به په ټولنه كې ستره چاودنه رامنځ ته شي، چې شتمن او شتمنۍ به يې پكې سوځي. دلته د انفاق او د هلاكت د مخنيوي اړيكه څرگندېږي؛ نوځكه انفاق تر بېوزليو د شتمنو پر گټه دى. د ځينو مفسرانو په تعبير، د الله په لار كې له انفاقه ډډه كول، د كنجوسۍ له لامله انساني روح وژني او هم د بېوسۍ له لامله ټولنه مري، په تېره چې اسلامي ټولنه پر احسان او نېكچارۍ راولاړه شوې ده. اميرالمؤمنين علي (ك) وايي: «شتمنۍ مو د زكات پر وركړې ساتئ[147]» بايد پام مو وي، چې انفاق پراخه مانا لري، چې فرضي انفاق (؛ لكه زكات، خمس) او مستجي انقاق (؛ لكه صدقه او خيرات) رانغاړي.

((الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ =))

۱۹۷. ډېره غوره توښه: ځينو مفسرانو ويلي، چې دا آيت هغې ډلې ته اشاره ده، چې د الله د كور زيارت ته به روان شول؛ نو له ځان سره به يې هېڅ ډول توښه نه وړه او ان كه څه توښه به هم ورسره وه، د احرام پرمهال يې لرې كوله او ويل يې: موږ د الله د كور زيارت ته ځوو، ناشونې ده، خواړه به رانكړي؟! كله به له همدې لامله په تنگسه كې كېدل او يا به يې له دې او هغه گدايي كوله. قرآن حکیم دا غلطه اندنه نه مني او وايي: چې ځان ته توښه چمتو كړئ. په عين حال كې يوه مهمه مانیزه موضوع هم ورښيي او وايي، چې ددې توښې ورهاخوا يوه بله توښه هم شته، چې بايد د آخرت سفر ته چمتو كړاى شي، چې هغه تقوا او ځان ساتنه ده[148]. تقوى د «وقايه» له مادې ده او مانا يې له هغو چارو د يو څيز ساتل دي، چې زيان ور رسوي. په بله وينا: تقوى د دنننی كابو كونې يو ځواك دى، چې انسان د شهواتو د سرغړاندۍ پروړاندې ساتي او د قوي برېك په څېر انسان د گناه په كنده كې له ورغورځېدو ژغوري او له خطرناكو توندو حركتونو يې مخه نيسي[149]. اميرالمؤمنين على (ك) وايي: «د الله بندگانو! پوه شئ، چې ځان ساتنه ټينگ او ناماتی سنگر دى[150]» په بل ځاى كې وايي: « باخبر! په واقع كې گناهونه د بدچلنه سورلیو په څېر دي، چې خپلې سورلۍ (گناهكاران) بې قيضې په دوزخ كې ورغورځوي. باخبر! په واقع كې تقوا او ځان ساتنه د منونكيو سورلیو په څېر دي، چې خپل سواره قيضه په لاس تلپاتې جنت ته ننباسي[151]»

((وِمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ =))

۲۰۱. په دنيا كې نېكي د الله خوښي: الله په دې آيت او مخكې آيت كې، خلك په دوو ډلو ويشي: يوه ډله يوازې دنيا غواړي، له همدې لامله په آخرت كې څه برخمني نه لري. بله ډله له خدايه «حسنة» غواړي، ځينو مفسرانو ويلي، چې په دې آيت كې له «حسنة» مراد د الله رضا او خوښي ده؛ يعنې دويمه ډله د الله خوښي غواړي، نه هغه څه چې دوى او ځاني شهوات يې راضي كړي، په رواياتو كې يې د «حسنة» مصداقونه ښوولي دي. له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوى: «له حسنه مراد» د الله رضا، په آخرت كې جنت، پرېمانه روزي او په دنيا كې ښه خوى دى[152]» د رسول الله (ص) په حديث كې وايو: «الله چې چاته شاكر زړه، پر ذكر بوخته خوله، په دنيوي او اُخروي چارو ملاتړې مؤمنه مېرمن، وركړي وي؛ نو په دنيا او آخرت كې يې نېكي وركړې او د دوزخ له عذابونو يې ژغورلى دى[153]. » البته لكه چې وويل شول، دا روايات د «حسنة» بېلگې او مصداقونه راښيي، كه نه، د آيت مطلب، مطلق حسنه او ښه دي[154].

((وَاذْكُرُواْ اللّهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ =))

۲۰۳. په تشريق ورځو كې د الله يادولو دود: په اسلامي احاديثو كې په تشريق ورځو (د ذې حجې ۱۱، ۱۲ او ۱۳ مه ورځو) كې له الله يادولو منظور داسې ويل شوى، چې تر پينځلسو لمونځونو روسته (چې پيل يې د لوى اختر د ماسپښين او پاى يې د ديارلسمې ورځې گهيځ دى) دې دا غونډلې وايي: « الله اكبر، الله اكبر، لا اله الا الله والله اكبر، لله الحمد، الله اكبر على ما هدانا، الله اكبر على ما رزقنا من بهية الانعام» د رواياتو له مخې، چې په آيت كې یې له «لمن اتقى» څخه مطلب له ښكاره ډډه كول دي؛ يعنې هغوى چې د احرام په حال كې ځانونه له ښكاره يا د احرام په حال كې له حرامو څيزونو ساتلى وي؛ نو تر لوى اختر روسته په «مينا» كې پاتېداى شي، چې الله ياد كړي؛ خو چې ډډه يې كړې نه وي، بايد درې ورځې پاتې شي او مراسم پرځای كړي [155].

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ=))

۲۰۷. د الله د لورنې يو آيت: په ۲۰۴ آيت (چې د «و من الناس» په عبارت پيل شوى) او ۲۰۵ آيت كې د هغوى په اړه خبره ده، چې پر هغه مهال پر خپلو گناهونو وياړېدل، په ښكاره يې له رسول الله (ص) سره د مينې او دوستۍ خبرې كولې او په زړه كې يې د دښمنۍ طرحې كاږلې او كړنو يې دين او انسانيت ته فساد او هلاكت وراړاوه. دا آيت هم د « ومن الناس» په عبارت پيل شوى او ترې پوهېدل كېږي، چې خبره د مقابلې ډلې پرخلاف ده؛ يعنې د هغې رټل شوې ډلې پروړاندې داسې كسان شته، چې ځانونه د الله د رضا لپاره پلوري او گرد سره غوښتنې يې د الله د خوښې ترلاسه كول دي. الله په دوى دين او دنيا سم او حق يې ژوندی كړى دى، د انسانانو ژوند پاك او خوندور وي او په دې توگه بشريت د اسلام له بركاتو برخمنېږي. له دې ځايه راڅرگندېږي، چې ولې د آيت په پاى كې وايي: «او الله پر خپلو بندگانو مهربان دى»؛ ځكه په انسانانو كې د دغسې وگړيو شتون بندگانو ته يې د الله د لورنې بېلگې دي او كه دوى د هغو مفسدو او منافقو دښمنانو پروړاندې نه وي؛ نو د دين ستنې نړېږي. الله تل د خپلو دښمنانو فسادپالي د خپلو دوستانو په سموپنالۍ له منځه وړي؛ لكه چې د همدې سورت په ۲۵۱ آيت كې وايي: « كه الله د ځينو خلكو مخنيوى په ځينو نورو نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه» د شيعه و او اهل سنتو په ډېرى رواياتو كې راغلي، چې دا آيت د امير المؤمنين علي (ك) په شان كې رانازل شوى، چې په ليلة المبيت كې (پر هغه شپه چې مشركانو، د رسول الله(ص) د وژنې هوډ وكړ او آنحضرت (ص) مدينې ته د هجرت هوډ كړى و) د پېغمبر پرځای يې په ويدېدو، ځان د مرگ خولې ته وركړ او په واقع كې خپل ځان يې د الله په لار كې وپلوره[156].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ= ))

۲۰۸. د ايمان په سيوري كه سوله او آرامي: «سِلم» د سولې او ارامۍ په مانا ده. له دې آيت گټنه كېږي، چې سوله او ارامي يوازې پر الله د ايمان په رڼا كې ترلاسه كېداى شي؛ ځكه توکیزه نړۍ او ورسره مينه د شخړو او لانجو سرچينه ده او كه بنيادم د ايمان مانیز ځواك كابو نه كړي، د سولې لاس ته راوړنه ناشونې ده؛ بلكې ددې آيت شريف له عمومي بلنې (چې بې استثنا ټول مؤمنين، چې د هر خېل، ژبې، سيمې او ټولنيز پوړ وي، سولې او صفا ته را بولي) گټنه كېږي، چې د يو نړيوال حكومت جوړښت (چې تر واكمنۍ لاندې به يې په هرځاى كې سوله وي) يوازې پر الله د ايمان تر سيوري لاندې شونى دى. له آره د بشري زړونو ترمنځ د خورېدو د عواملو (ژبه، خېل او. . .) پروړاندې د نښلون يوه ټينگه كړۍ اړينه ده، چې دا كړۍ يوازې پر الله ايمان دى، چې له دې اړپېچونو اوچت دى. د ايمان په رڼا كې سوله او پخلاينه د حج په مراسمو كې كتلاى شو. هلته ټول مسلمانان، چې د هر رنگ او خېل وي، په پوره ډاډېنه او آرامۍ، الله نمانځي او د الله د بندگۍ په سيوري كې هر اختلاف او توپير پټېږي[157]. او د امام صادق رحمة الله علیه په يو روايت كې «سِلْم» د حضرت على (ك) او سپېڅليو امامانو پر ولايت او امامت تفسير شوى دى؛ ځكه دا ولايت د اسلامي امت د يووالي خورا آريز چورلیځ كېداى شي او كه تر رسول الله روسته ټول مسلمانان په دې ټينگ سنگر كې ورننوتي واى؛ نو د جمل، صفین او نهروان د جگړو په څېر بې شمېره ناخوالې رامنځ ته كېداى نشوى[158].

((كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلاَّ الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ لِمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللّهُ يَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

۲۱۳. د شريعت خاوند ړومبى پېغمبر: د سپېڅليو له رواياتو گټنه كېږي، چې تر حضرت نوح علیه السلام روسته دين تشريع شوى او ددې آيت شريف « كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً » غونډله، په حضرت نوح علیه السلام وړاندې پېر پورې اړوندېږي، چې خلكو د خپل فطرت له مخې ژوند كاوه او د نبوت، پېغمبرۍ او دين څه خبره نه وه، د قرآن حکیمكريم نور آيتونه هم دا مطلب تاييدوي[159].

((أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ =))

۲۱۴. د سختيو برسېرن تريخوالى او باطني خوږلنى يې: ځينو مفسرانو ويلي، هغه مهال چې مسلمانانو په احد كې ماتې وخوړه «عبدالله بن ابى، چې د مدينې يو منافق و» وویل: ترڅو به ځانونه وژنئ؟ كه محمد (ص) پېغمبر واى، الله به يې ياران اسيران او وژلاى نه. په دې موقع كې، دا آيت رانازل شو، له دې آيته معلو مېږي، چې يو شمېر مؤمنانو انگېرله، چې يوازې پر الله د ايمان اظهارول جنت ته د ورننوتو آريز لامل دى او ورپسې نه ښايي كړاوونه او خپگان وزغمي، الله ټولې چارې سموي او دښمنان له منځه وړي، قرآن حکیم دا ناسم اند رد كړى، دا ټكى څرگندوي، چې تلپاتې نېكمرغۍ او ابدي جنت ته د ورسېدو لپاره اړین دي، چې انسان د ستونزو او كړاوونو په بټيو كې واخږل شي، چې د پولادو په څېر پوخ او د ايمان حقيقت يې رابرسېره شي او بلخوا په ستونزو او سختيو كې هڅه وكړي او خپل استعدادوونه او وړتياوې وغوړوي، چې پر دې مهال یې الله مرستندوى دى.

په يو روايت كې راغلي، چې رسول الله (ص) ته د صدر اسلام يو رښتوني مجاهد؛ «حباب بن اَرَت» د مشركانو له ځورونې شكايت وكړ. حضرت وویل: «تر تاسې وړانديني امتونه پر ډول ډول كړاوونو ربړېدل، تردې چې ځينې يې له سره په اره دوه برخې كول. . . ؛ خو دې چار يې له دينه ونه گرځول[160]». په يو روايت كې راغلي، چې الله خپل مؤمن بنده ته كړاو او سختي د نعمت په څېر ورډالۍ كوي؛ ځكه څومره چې د مؤمن كړاوونه او سختي ډېره وي، پر الله يې توكل، ښه او عاجزي او تضرع يې ورته ډېره وي او الله ته ښه ورنژدې كېږي. په يو نبوي روايت كې لولو: «پرېمانه سختۍ او كړاوونه به پريمانه اجر او بدلې ولري؛ نو د الله چې كوم بنده ښه ايسي؛ نو په پرېمانه ستونزو يې اخته كوي؛ نو كه څوك له خدايه راضي و، الله به هم ترې راضي وي او چې خپه و؛ نو الله به هم ترې خپه وي[161]»

((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ=))

۲۱۶. شرع د انسانانو د ژوند له گټو سره اړخ لگوي: الله په دې آيت كې پرېكنده وايي، چې نه بايد بشري وگړي د دنيا له ښوو بدو د خپلو ټولنيزو پوهېدنو تابع وي؛ ځكه علم يې له هر پلوه محدود او ناڅيزه دى او معلومات يې د مجهولاتو پروړاندې؛ لكه چې د سمندر پروړاندې يو څاڅكى وي. انسانان؛ لکه چې څنگه د الله په تكويني قوانينو كې د ټولو څيزونو د پنځون (پنځون) له خوالو ناخبره نه دي او كله يو گټور څيز بې گټې گڼي (حال دا، د علومو پر مختگ يې گټې را برسېروي) په تشريعي قوانينو كې هم ډېرى مصالح او مفاسد (ښه او بد) نه پېژني؛ نوځكه شونې ده، يو څيز يې ښه و نه ايسي، حال دا نېكمرغي يې پكې ده، يا يې يو څه ښه ايسي، حال دا بدمرغي يې پكې ده. انسانان دې خپل محدود علم ته په پامنيوي، نه بايد د الله د بې پايه علم پروړاندې د الهي احكامو پروړاندې ځان وښيي؛ بلكې بايد پوه شي، چې لوراند او لورين الله كه د جهاد په څېر سخت احكام تشريع كړي، پر گټه يې دي. دې حقيقت ته پاملرنه په انسان كې د الهي قوانينو پروړاندې د انضباط او تسليم روحيه پالي او پوهه او ليد يې له را ايسارو چاپېريالونو ورهاخوا وړي او له نامحدود؛ يعنې د الله له بې پايه علم سره يې نښلوي. دا مطلب يوازې له دښمن سره په جگړه او جهاد پورې را ايسار نه دى؛ بلكې له يوه ټولنيز قانونه پرده لرې كوي او انسان ته الهي لارښوونه رابرسېروي، سختۍ او تريخوالى ورته اسان او خوندوروي[162].

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أُوْلَـئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللّهِ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

۲۱۸. هيله: الهي لورنې ته هيله، د انسان د نېكمرغۍ له بنسټيزو لاملونو ځنې ده؛ ځكه هيله د انسان د خوځښت لاملېږي؛ البته ددې ټكي ويل مهم دي، چې د قرآن حکیم له نظره هغه هيله مطلوبه ده، چې د موخې له نورو وزلو او اړتياوو سره مل وي؛ يعنې انسان بايد هيلمن وي، چې د موخې تر پامنيوي روسته، دې موخې ته د ورسېدو لپاره اسباب او وسايل هم چمتو كړي؛ نو په داسې شرايطو كې دې موخې ته د رسېدو لپاره سترگې پر لار وي؛ بلكې يو بزگر، چې پر خپل وخت، ځمكه يووه كوي، تخم پكې كري، په موقع يې اوبخوروي، كر څاري، چې آفت ور و نه رسي او په دې شرايطو كې هيلمن دى، چې الله ښه یېبرې (حاصلات) ور په برخه كړي. ابدي نېكمرغۍ او الهي بې پايه لورنې ته د رسېدو لپاره هم همدا مطلب صادق دى. كه څوك د نېكمرغۍ سريزې (چې پر الله ايمان، صالح كړه وړه او الهي تقوا ده) ترلاسه كړي او پر همدې وخت الهي بدلې او لورنې ته سترگې پر لار وي؛ نو دا حقيقي هيلمن دى؛ خو بې له دغسې شرايطو هيله تش د ځان دوكه كول دي؛ لكه چې دا آيت شريف الهي لورنې ته د هيلې نښه، پر الله ايمان، په لار كې يې مهاجرت او جهاد راښيي[163]. په دې باب حضرت علي (ك) وايي: «چې چا خپل زړه د الله هيلې ته نيولى وي؛ نو هيله يې له كړنو معلو مېږي[164]».

((فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلاَحٌ لَّهُمْ خَيْرٌ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاء اللّهُ لأعْنَتَكُمْ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =))

۲۲۰. د اړتيا تر بريده د پلار مړي له شتمنۍ گټنه: له امام صادق رحمة الله علیه نه ددې آيت په شأن نزول كې روايت شوى: چې كله د اسراء (۲۳) آيت او د نساء (۱۰) آيت رانازل شو، چې پكې د پلار مړيو شتمنيو ته له ورنژدېدو (خو داچې پلار مړيو ته گټوره وي) او د مالونو له خوړو يې منع شوې وه؛ نو كومو خلكو، چې په كور كې پلار مړي درلودل، له كفايت او پالندوينې يې لاس واخست او پر خپل حال يې پرېښوول او ان ځينو له خپلو كورونو وشړل او چې چا ايستلي نه ول، په كور كې يې داسې چلن ورسره كاوه، چې تر شړلو څه كم نه و؛ ځكه كوم خواړه يې چې د دوی له شتمنيو چمتو كول، له خپلو سره يې نه ورگډول او ان جلا يې ورته كټوه او ډوډۍ پخوله او چې پلارمړي به خواړه وخوړل؛ نو پاتې يې ورته زېرمول، چې بل ځل يې وخوري او كه به خرابېدل؛ نو لرې يې اچول. دا ټولې چارې يې ځكه كولې، چې د پلار مړي د شتمنۍ د خوړو مسووليت ورترغاړې نشي. دې چار پالندويانو او پلار مړيو ته سترې ستونزې راولاړې كړې؛ نوځكه رسول الله (ص) ته ورغلل او ددې چلن په اړه يې وپوښتل، په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو او مسلمانانو ته يې وويل: چې د پلار مړيو له پالنې اوږې ايستل او پر خپل حال يې پرېښوول سم چار نه دى، غوره داده، چې پالندويي يې ومنئ او چارې يې سنبال كړئ او كه شتمنۍ يې درسره گډې شوې، څه توپير نه لري؛ خو كه نيت مو ښه وي؛ نو د يو رور په څېر ورسره وچلئ[165].

((وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ= ))

۲۲۱. له مشركانو سره د واده ممنوعيت: دا آيت شريف ځكه له مشركانو سره واده منع كوي، چې دوى د جهنم بلونكي دي. دې ټكي ته پام خورا مهم دى، چې له آره له مشرك سره گډ ژوند او مينه سوکه سوکه انسان له خدايه لرې كوي او دوزخي كوي يې، كه څه د مشرك بلنه ژبنۍ نه وي، باطلې گروهې او ناوړه خويونه يې پر مؤمن لږ لږ اغېز كوي او له خدايه يې لرې كوي او شرك ته يې وركاږي. دا اغېز په تېره پر اولادونو ډېر دى؛ ځكه اولادونو ته د مور و پلار روحيات او خويونه د وراثت له لارې لېږدول كېږي او په دې ترڅ كې، د اولادونو په روزنه كې د مور و پلار اغېز يو اړين چار دى، په تېره كه مور مسلمانه او مؤمنه نه وي؛ ځکه اولادونه له ماشومتوبه د مور په غېږ کې روزل كېږي. د مشركانو پرخلاف مؤمنان د خپل ايمان او تقوا له لامله، په ژبه او كړنو خپل مېړه او اولادونه جنت او الهي بښنې ته رابولي او الله دا بلنه په ځان پورې تړي؛ ځكه د مؤمنانو پالندوى دى او مؤمنان يې په لاسنيوي د الله په لار كې گامونه اخلي[166].

((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ= ))

۲۲۳. له مخكې ځان ته د نېكۍ اغېز ولېږئ: دا غونډله دې ته اشاره كوي، چې له كوروالي نهايي موخه خوند اخستل نه؛ بلكې له دې چاره بايد د ښو او وړ اولادونو د پالنې او روزنې لپاره گټنه وكړاى شي او له مخكې يې قيامت ته د يوې مانیزې زېرمې په توگه ولېږئ. دا خبره يو خبرتيا ده، چې بايد د مېرمن په ټاكنه كې داسې آرونو ته پاملرنه وشي، چې دې مهمې پايلې (؛ يعنې د صالح اولاد روزنه) ته ورسئ. تردې آيت لاندې له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى: «چې انسان مري؛ نو يوازې درېيو څيزونو ته هيلمن وي: جاريه صدقات (هغه مالونه، چې گټه يې خلكو ته رسي) هغه پوهه، چې گټه ترې وړل كېږي او صالح اولاد، چې دعا ورته كوي» په دې توگۀ د صالح اولاد روزنه له علمي آثارو، د سمو كتابونو له كښلو، د جوماتونو، روغتونونو او كتابتونو او نورو مرستندویه مؤسساتو له جوړولو سره په څنگ كې راغلې ده[167].

((وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

((لاَّ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِيَ أَيْمَانِكُمْ وَلَكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ =))

۲۲۴ او ۲۲۵. بې بنسټه قسمونه: ددې دوو آيتونو په شأن نزول كې روايت شوى، چې د رسول الله د يوه يار «عبدالله بن رَواحه» د زوم او لور ترمنځ څه لانجه پيدا شوه، قسم يې وخوړ، چې د لانجې په هواري كې به يې گوتې نه وهي. دا دواړه آيتونه رانازل شول او دا ډول قسمونه يې منع او بې بنسټه وگڼل[168]. له ۲۲۴ آيته گټنه كېږي، چې قسم خوړل (په تېره پر خدای) څه غوره چار نه دى. ددې دوو آيتونو او سپېڅليو امامانو د رواياتو له مخې، قسم په دوو ځايونو كې حقوقي ارزښت نه لري او معتبر نه دى: ۱- انسان قسم خوري، چې كوم فرضي يا مستحبي چار به نه كوي يا به كوم حرام چار كوي، په دې حال كې يې سوگند يې ارزښته دى او نه عملي كول يې سم دي[169]. له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: «چې درنه وغوښتل شول، چې دوه تنه سره پخلا كړه؛ نو مه وايه، چې له دې چاره مې قسم خوړلى دى[170]» ۲- هغه قسمونه چې بې پامه او بې له زړگني نيته او له يو څيزه له غوسې او يا د نورو په زور وشي او د وگړي د قسم حقيقي مفهوم ته پام نه وي[171]. له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوى: «لغو قسم دادى، چې څوك ووايي: «نه پر الله » او «هو پر الله » خو بې له دې چې څه ژمنه وكړي[172]» كه قسم بې له دې دوو ځايونو و، او يو چا حقيقي قسم وخوړ؛ نو فرض دي، چې پر قسم ودرېږي او كه قسم مات كړي، پر اخروي سزا سربېره كفاره هم پرې واجبېږي. د دروغو د قسم په هكله له امام صادق رحمة الله علیه څخه يو روايت راغلى دى: «چې څوك آگاهانه په دروغو قسم خوري؛ نو په حقيقت كې له الله سره جنگېدلى دى. [173]» د مائدې سورت د ۸۹ آيت له مخې، د قسم ماتولو كفاره، لسو مسكينانو ته خواړه يا لسو تنو اړمنو ته جامې وركول يا د يوه مريي آزادول دي (اوس خو مريي نشته؛ خو له هغو دوو چارو دې يو وكړي[174])

((وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُواْ إِصْلاَحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكُيمٌ= ))

۲۲۸. خورا ناخوښ حلال: ددې آيت او ورپسې څو نورو آيتونه ټوليزه ويينه طلاق دى. پخپله طلاق يوه اړتيا ده؛ ځكه ځينې وخت داسې علتونه رادبرېږي، چې د سړي او ښځې ترمنځ گډ ژوند ناشونی كوي او يا يې ژوند پر دباو او كړاو تېرېږي او كه ټينگار پردې وي، چې د واده تړون تر پايه وي؛ نو د ډېرو ستونزو سرچينه به شي؛ نوځكه اسلام د طلاق له آر سره موافق دى؛ خو هڅه كوي تر شوني بريده راټيټ شي او تر هغې چې د گډ ژوند لپاره څه لار وي؛ نو څوك دې په طلاق پسې نه ځي، له همدې كبله، په اسلامي رواياتو كې طلاق سخت رټل شوى او د خورا ناخوښه حلال نامه وركړاى شوې ده.

له رسول الله (ص) څخه روايت شوى: «د الله له دې چاره خورا بد ايسي، چې په اسلام كې د كوم کور بنسټ پر بېلتون او طلاق ويجاړ شي» له امام صادق (رض) څخه روايت دى: «د الله په حلالو كې، طلاق يې خورا بد ايسي[175]

((وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النَّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لَّتَعْتَدُواْ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلاَ تَتَّخِذُوَاْ آيَاتِ اللّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُمْ مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ =))

۲۳۱. د طلاق د عدت فلسفه: په دې آيت او ورسره مل آيتونه كې د طلاق يو لړ احكامو ته اشاره شوې، چې يو يې تر طلاق روسته عده ده، داچې مطلقه ښځې درې ځل مياشتنۍ تېره كړي او پاكېدو ته سترگې پر لار وي او تردې روسته اجازه لري، چې له بل تن سره واده وكړي، ددې حكم په اړه اسلامي پوهانو دوه مهمې فلسفې يادې كړي دي: ۱- د ځوځات ساتنه، كه څه معمولاً يو ځل مياشتنۍ د ښځې پر نه دوه ځانيتوب دليل دى، كله ليدل شوي، چې ښځې په عين دوه ځانۍ كې د دوه ځانۍ په پیلامه كې مياشتنۍ پرې راځي؛ نوځكه ددې موضوع د پوره مراعتولو لپاره حكم شوى، چې ښځه دې درې ځل مياشتنۍ وويني او پاكه شي، چې له مخكېني مېړه يې نه دوه ځانيتوب پرېكنده څرگند شي او بل واده وكړاى شي. ۲- پخلاينې او راستنېدا ته لار: ډېری بېلتونونه د يوې کوشنۍ شخړې پر سر وي، چې په زړونو كې كينه بلوي او د طلاق لامل گرځي؛ خو ډېرېږي، چې تر ډېر لږ وخت روسته، ښځه او سړى په خود شي، پښېمانېږي او هيله كوي، چې بيا گډ ژوند پيل كړي. له همدې لامله اسلام حكم كړى، چې ښځې دې تر يو وخت عدت وساتي، چې ښايي د ژوند له آسمانه يې د شخړو تورې ورېځې لرې شي. د امام باقر رحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: «مطلقه ښځه د خپل عدت په موده كې كړاى شي ځان ښكلى كړي، رانجه وكړي، خپل وېښتان رنگين او ځان معطر كړي او د خپلې خوښې جامې واغوندي. . . . ښايي له همدې لارې بيا د پخواني مېړه پام راواړوي او نارينه رجوع ورته وكړي[176]. »

((وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

۲۳۳. د کوشني په جسمي او روحي وده كې د مورنۍ شيدو اغېز: د فقهاوو له نظره، واجب نه ده، چې مور خپل اولاد ته تى وركړي؛ خو ډېره ښه او مستحب ده، چې تى خور د خپل مور تى وروي[177]. د مور شيده پر تي خور جسمي او روحي ډېرې ښې اغېزې لري. نننۍ پوهه وايي، چې مورني شيدې تر لومړيو مياشتو پورې د ماشوم ټولې اړتياوې پوره كوي او نورو خوړو ته يې هډو څه اړتيا نه وي. پر خوړو سربېره د تي وركوونكې ښځې روحيات او خلقيات هم تي خور ته ورلېږدول كېږي. د علي (ك) په يو روايت كې لولو: «تي خور ته د خپلې مور شيدې خورا بركتي دي[178]» همداراز ويلي يې دي: بې له موره كومه ښځه چې کوشني ته تى وركوي؛ نو مستحب ده، چې عقلمنه، پتمنه او ښكلې وي[179]. له حضرت علي (ك) روايت شوى دى: «تي خورو اولادونو ته مو، ښه ښځه غوره كړئ؛ لكه چې د واده لپاره مناسبه ښځه غوره كوئ؛ ځكه تى وركول د بنیادم پر خوى او خټه اغېز لري. [180]» الله تعالى په قصص سورت كې وايي: د الله په امر، چې د حضرت موسى عليه السلام مور، موسى عليه السلام په صندوق كې كېښود او د نيل رود ته يې ور وغورځاوه، فرعونيانو ونيو او د يوې دايي په لټه كې وو، چې تى وركړي؛ خو د الله په حكم موسى عليه السلام بې له خپلې مور د بل چا تى په خوله كې ونه نيو او په دې توگه الله د خپلې مور غېږ ته ورستون كړ. ځينو ويلي، چې موسى عليه السلام ته ځكه د نورو د شيدو په وركړې کې ممانعت و، چې الله نه غوښتل هغه چې پېغمبر كوي یې، داسې شيدي وخوري، چې په حرامو، غلا، رشوت او د نورو د حقوقو پر غصب ككړې شوي وي، هغه بايد د خپلې مور په څېر پاك شيده وخوري، چې د ناپاكيو پروړاندې پاڅون وكړاى شي او له ناپاكانو سره مبارزه او جگړه وكړي[181]. په رواياتو كې تي وركوونكيو ته ډېر ثوابونه ويل شوي دي. له رسول الله (ص) روايت شوى: « چې مور خپل کوشني ته تى وركوي؛ نو په هرځل رودلو يې هومره ثواب دى؛ لكه د اسماعيل عليه السلام له اولادې چې يو مريی ازادوي؛ نو چې د تي وركړه يې پاى ته ورسي، يوه پرښته يې پر څنگ وهي او وايي: چار دې له سره كړه؛ ځكه بښل شوې يې[182]»

((وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاء أَوْ أَكْنَنتُمْ فِي أَنفُسِكُمْ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَـكِن لاَّ تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلاَّ أَن تَقُولُواْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا وَلاَ تَعْزِمُواْ عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىَ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ =))

۲۳۵. د زغم فضیلت: حليم او زغمناك هغه دى، چې په عين ځواكمنۍ كې په هر كار كې تر وخت وړاندې بيړه نه كوي او مجرمانو ته د سزا په وركړه كې بېړندوى نه وي. متعال الله ددې صفت پوره مصداق دى؛ خو شونې ده، پر ځينو بندگانو يې چې پراخ روح لري، هم دا صفت اطلاق شي. قرآن حکیم د توبې سورت په ۱۱۴ آيت كې حضرت ابراهيم علیه السلام حليم بولي او وايي: ((په رښتيا ابراهيم زړه سواندى زغمناك و[183].)) له معصومینو د زغم په فضليت كې پرېمانه روايات راغلي، په يو روايت كې راغلي، چې حضرت علي (ك) واورېدل، چې يو چا يې خدمتگار او با وفا يار قنبر وكنځه او قنبر هم كنځلې ورته پيلولې؛ خو امام ورغږ كړ: « آرام كېنه او چاچې وكنځلې رسوا يې پرېږده، چې په دې توگه به دې لوراند الله راضي او شيطان به دې غوسه كړى او خپل دښمن ته به دې سزا وركړې وي. پر هغه الله قسم، چې دا نه يې وچوله او ساكښ يې وپنځول، مؤمن په زغم، الله خوشحالوي او شيطان په چوپتيا غوسه كولاى شي او احمق ته يې د ناوړه چارو له لامله د ده د بې ادبيو پروړاندې په سكوت او چوپتيا سزا وركوي. [184]»

((وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إَلاَّ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَن تَعْفُواْ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلاَ تَنسَوُاْ الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ=))

۲۳۷. د مېړه او ښځې په ژوند کې د عفوې او تېرېدنې اړتيا: په ټول كې ددې آيت مطالب د مېړه او ښځې په چارو (واده، طلاق او. . .) كې د عرف او احسان پر دوو بنسټېزو آرونو ټينگار كوي او وايي: ان نه ښايي طلاق او بېلتون پر شخړه واوړي او د كسات روحيه راوپاروي؛ بلكې بايد د ستريا، احسان، عفوې او تېرېدنې له مخې وي؛ ځكه كه يو مېړه او ښځه يو له بل سره گډ ژوند كړاى نشي او د ځينو دلايلو له مخې، يو له بله جلا شي؛ نو څه دليل نشته، چې ترمنځ يې دښمني رادبره شي[185] او تر «و ان تعفوا اقرب للتقوى» لاندې ويل شوي: كه انسان له خپل مشروع حقه تېرېداى شي؛ نو په يقين، چې له هغه چاره هم ښه سترگې پټولاى شي، چې حق نه دى او پرې حرام دى. د «ولا تنسوا الفضل بينكم» غونډله هم انسانان هڅوي، چې په ژوند كې له فضل، وركړې، احسان او تېرېدنې كار واخلي او د اخلاقي او انساني فضايلو په چاپېريال كې ووسي: وگړي دې په اسانه له خپلو حقوقو تېر شي، مېړه او ښځه دې يو پر بل سختي نه كوي و اسان ژونددې كوي[186].

((حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ=))

۲۳۸. د لمانځه وختونو ته پام: دا آيت د پينځگونو لمونځونو پر څار خورا ټينگار لري. پر لمانځه څار، د لمانځه د ادابو، شرايطو او ځانگړنو په ساتلو تفسير شوى دى، هغه آداب او شرايط، چې هم په ظاهره لمونځ له باطلېدو ساتي او هم د لمانځه روح (چې د زړه حضور دى) پياوړى كوي او هم هغه خنډونه له منځه وړي، چې د لمانځه قبلېدو په لار كې خنډ دي[187]. د لمانځه د ساتلو يوه لار، پر ټاكلي وخت په تېره لومړي وخت كې يې كول دي[188]. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه څخه يو روايت راغلى: «د لمانځه ساتنه؛ يعنې لمانځه ته د انسان مخه كول او د وخت څارنه يې داسې ده، چې هېڅ څيز يې د لمانځه خنډ نشي او يو څيز يې هم پر ځان بوخت نه كړي. [189]» حضرت علي (ك)، محمد بن ابوبكر [رض] ته د وصيت په ترڅ كې ليكي: «لمونځ پر خپل وخت كوه. . . او د بوختيا له لامله يې مه ځنډوه او بايد ټولې چارې دې د لمانځه تابع وي. [190]»

((فَإنْ خِفْتُمْ فَرِجَالاً أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنتُمْ فَاذْكُرُواْ اللّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ =))

۲۳۹. په گردو حالاتو كې لمونځ فرض دى: د رواياتو له مخې، پخپله لمونځ په هېڅ حالت كې ساقطېږي نه؛ خو شونې ده، د كولو څرنگوالى يې تغيير ومومي[191]. دا آيت اشاره لري، چې د جگړې يا پر څېر وخت يې چې له عادي بڼې د لمانځه د ډار او خنډ لامل گرځي، بايد په پلي يا سور حالت كې يې وكړي. امام كاظم رحمة الله علیه وپوښتل شو، كه څوك له ډارن څاروي سره مخ شو او د لمانځه وخت راورسېد او له ډاره يې خوځېداى نشي؛ نو څرنگه خپل لمونځ وكړي؟ و یې ويل: «چې پر كوم حالت وي، بايد لمونځ وكړي، كه څه قبلې ته يې شا وي، په ولاړه دې په اشاره ركوع او سجده وكړي» دا لمونځ، هماغه د ډار لمونځ دى، چې فقهاوو پرې اوږدې ويينې كړي دي؛ نوځكه پر لمانځه څار، په امنيتي حال پورې ځانگړى نه دى؛ بلكې بايد په هرحال كې لمونځ وكړو[192].

((مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ=))

۲۴۵. له الله سره خورا گټوره راكړه وركړه: ددې آيت په شأن نزول كې يې روايت كړى، چې يوه ورځ رسول اكرم (ص) وويل: «چې څوك څه صدقه وركړي؛ نو په جنت كې به دوه گرايه وركړاى شي» «ابوالدحداح انصاري» وويل: رسول الله! زه دوه بڼونه لرم، كه يو يې صدقه كړم؛ نو په جنت كې به يې دوه گرايه ولرم، حضرت (ص) وويل: هو. و یې ويل مېرمن او اولادونه به مې هم راسره وي؟ حضرت (ص) وويل: هو؛ بيا يې رسول الله ته ښه او غوره بڼ وركړ. دا آيت رانازل شو او د صدقې ثواب يې دوه زره ځل ورته كړ او داده د « اصعافاً كثيرة» مانا. ابوالدحداح ستون شو او خپله مېرمن او اولادونه يې په هماغه خيراتي بڼ كې ولېدل، د بڼ پر وره ودرېد، خپلې مېرمن ته يې ورغږ كړ: دا بڼ مې خيرات كړ او په جنت كې مې دوه گرايه پېرلى دى، ته او اولادونه به مې هم راسره (په جنت كې) وي. مېرمن يې وويل: «مبارك دې وي، چې څه دې پلورلي او چې څه دې پېرلي دي» بيا ټول له بڼه راووتل او رسول الله (ص) ته يې وروسواره. رسول الله (ص) وويل: «په جنت كې ډېرې داسې د كجورو ونې دي، چې ښاخونه يې پر ابوالدحداح راپرېوتې دي[193]. »

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُواْ لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلاَّ تُقَاتِلُواْ قَالُواْ وَمَا لَنَا أَلاَّ نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَآئِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْاْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ= ))

۲۴۶. طالوت او جالوت: تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوى: «بني اسرائيلو د حضرت موسى علیه السلام له مړيني روسته د الله دين واړو او د خپل پالونكي له اوامرو يې سرغړاندي وكړه، په دوى كې د «ارميا» په نامه يو پېغمبر و، چې پر نېكيو يې ورته امر كاوه او له بد چارويو يې منع كول؛ خو دوى ورته غاړه نه اېښووله. الله تعالى پرې له «ارميا» څخه د سرغړاندۍ له لامله جالوت (قبطي او د مصر بومي او اصلي اوسېدونكى) مسلط كړ او ده بني اسرائيل سخت ذليل كړل او د كار وگړي يې ورته ووژل او پاتې يې له خپلو سيمو وشړل او د دوى مالونه يې واخستل او ښځې يې خپلې مينزې كړې. بني اسرائيل پر هغه مهال خپل پېغمبر ته (چې شموييل نو مېده) ورغلل او له خپل سخت وضعيت يې شكايت ورته وكړ، و یې ويل: له خدايه وغواړه، چې يو بولندوى راته وټاكي، چې د الله په لار كې جگړه وكړو. په هغې زمانې كې «نبوت» په يوې كورنۍ (او ځوځات) كې او واكمني او حكومت به په بلې كې و. له همدې لامله يې دغسې له خپل پېغمبره غوښتنه وكړه، پېغمبر يې وپوښتل: كه دغسې بولندوى درته وټاكل شو او جهاد درباندې واجب شو؛ نو ژمنه كوئ، چې له جهاده به اوږې نه سپكوئ؟ و یې ويل: پلمه مو څه ده، چې د الله په لار كې به جگړه نه كوو، سره له دې چې دښمن له خپلو كورنو شړلي او له خپلو ښځو او اولادونو يې جلا كړي يو؟ خو الله تعالى خپل پېغمبر خبر كړ، چې دوى به جگړې ته شا كړي.

همداچې جهاد پرې فرض شو، بې له لږو يې نورو ټولو جگړې ته شا كړه، په پايله كې پېغمبر يې وویل: الله تعالى طالوت درته بولندوى كړى دى. بني اسرائيل غوسه شول او و یې ويل: هغه او واكمني؟ موږ پخپله واكمنۍ ته وړ يو، هغه نه شتمني لري او نه د «لاوي» له ځوځاته دى، چې په كورنۍ كې يې نبوت وي او نه د «يوسف» له ځوځاته دى، چې تل يې په كورنۍ كې واكمني وه؛ بلكې هغه د «بنيامين» (د يوسف عليه السلام سكه رور) له ځوځاته دى، چې نه پكې نبوت و او نه سلطنت. پېغمبر يې په ځواب كې وويل: الله درباندې غوره كړی او علمي او جسمي ځواكمني يې وركړې او الله هر چار له خپلې پوهې كوي. هو! طالوت په اسراييلو كې د غښتلې تنې خاوند او عالم و؛ خو نشتمن و او بني اسراييلو يې پر نېستۍ نيوكه كوله، چې ډېره شتمنۍ نه لري. پېغمبر يې وويل: داچې د الله له لوري درباندې واكمن شوى، نښه يې داده، چې په پرښتو بار د «عهد صندوق» درته در شي. دا هماغه صندوق دى، چې الله د موسى مور ته ورولېږه او مور يې موسى په روڼي كې تړلى پكې كېښود او په سيند كې يې واچو. تل دا صندوق له بني اسراييلو سره و او بركت يې ترې لټاوه او چې د حضرت موسى عليه السلام د مړينې وخت راورسېد، د تورات تختې، خپله زرې او د نبوت نښې يې پكې كېښوولې او«يوشع» ته يې وسواره. . . (؛ خو) د بني اسراييلو گناهونه او صندوق ته يې بې احترامي ددې لامل شول، چې الله ترې صندوق واخلي او تر هغه زمانې یې په پوره عزت او شرف کې ژوند كاوه، جالوت پرې لاسبرى شو، چې خوار او ذليل يې كړل. . . [194]»

))وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوَاْ أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =))

۲۴۷. د مشرتوب شرايط: بني اسراييلو د طالوت د ټاکنې په نيوكه كې دوه ځانگړنې اوڅار كړې، چې طالوت نه درلودې او هغه دا: لوړ حسب او نسب، پرېمانه شتمني؛ خو پېغمبر يې خوله ماتې ځواب وركړ او په طالوت كې يې د مشرۍ دوه مهم شرطونه اوڅار كړل: پوهه او جسمي پياوړتيا، په واقع كې د نيكونو وګړه او شتمني دوه اعتباري او بهر ذاتي امتيازونه دي؛ خو پوهه او جسمي غښتلتيا واقعي او داخل ذاتي امتيازات دي. مشر په خپلې پوهې د ټولنې د نېكمرغۍ بهير تشخيصوي او آرونه يې انځوروي او په خپل وس او ځواكمنۍ يې پلي كوي[195].

((فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ=))

۲۴۹. په اصغر جهاد كې د «اكبر جهاد» د اغېز يوه بېلگه: امام باقر (رحمة الله عليه) تردې آيت لاندې ويلي دي: «د طالوت په داستان كې (۳۱۳) تنېزې کوشنۍ ډلې د ويالې اوبه و نه څښلې؛ خو يو غړپ (هومره، چې الله اجازه وركړې وه) يې وڅښلې يا يې بيخي ونه څښلې. هغه مهال، چې د طالوت لښكر د جالوت پروړاندې ودرېد، هغوى چې د الهي لارښوونې پرخلاف يې اوبه څښلې وې، وويل: نن له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نه لرو او هغوى چې څښلې نه وې، وويل: «ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوشنۍ ډله پر يوې لو یې ډلې بريالۍ شوې ده[196]»

((فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُدُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاء وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ =))

۲۵۱. داوود عليه السلام، جالوت وواژه: له امام صادق روايت شوى «داوود او روڼه يې څلور تنه ول، بوډا پلار يې ورسره وسېده او داوود تر ټولو كشر و، د پلار رمه يې پووله او روڼه يې د طالوت په لښكر کې وه. يوه ورځ يې پلار داوود ته ورغږ كړ، چې زويه، دا خواړه مې چې پاخه كړي، خپلو روڼو ته يوسه، چې د دښمن پر ضد غښتلي شي. داوود چې ټيټ قدى، شين سترگى، كم وېښتان او پاك زړى و؛ خواړه راواخستل او د جگړې د ډگر پر لور ور روان شو. په ډگر كې يې وليدل، چې د لښكر ليكي سره نژدې شوي دي. داوود په تلو تلو كې له يوې ډبرې سره مخ شو، چې يو غږ ترې راپورته شو، چې داووده ما واخله او په ما جالوت ووله، چې الله د جالوت وژنې ته پنځولې يم. داود ډبره راواخسته او په هغه كڅوړه كې يې واچوله، چې چپنډه پكې وه، او رمه یې پرې راتاووله، لار يې ونيوه او لښكر ته ورننوت او اوري، چې ټول د جالوت خونړيتوب او اتلولي ستايي او خورا ځواكمن يې بولي. داوود وويل: څه خبره ده، چې دومره يې غټ بولئ او پروړاندې يې ځانونه مو بايلودې دي؟ پر الله قسم، مازې، چې ورسره مخ شم، و به يې وژنم. خلكو دا خبره طالوت ته ورسوله او داوود يې طالوت ته بوت. . . طالوت وويل: هيله ده، چې الله، جالوت په دې ځوان ووژني، چې گهيځ شو، خلك پر طالوت راغوڼد شول او دواړو لښكرې يو بل ته مخامخ ودرېدې. داوود وويل: جالوت راته وښيه. همداچې و يې ليد تيگه يې له كڅوړې راوايسته او په چپنډه كې يې كېښووله او د جالوت پر لور يې ورگوزاره كړه. تيگه د جالوت پر وچ ولي ولگېده او په مغزو كې يې ورننوته. جالوت له اسه راولوېد. خلكو چغې كړې: داوود، جالوت وواژه (خلكو تردې پېښې روسته) داوود خپل واكمن كړ او دومره مشهور شو، چې ته وا چا هډو د طالوت نامه اورېدلى نه ده. الله پر داوود «زبور» نازل كړ او پښتوب يې ورزده كړ، غرونو او مارغانو ته يې امر وكړ، چې الهي تسبيحات ورسره غبرگ كړي. . . . [197]»

((تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَـكِنِ اخْتَلَفُواْ فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلُواْ وَلَـكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ=))

۲۵۳. ځينې پېغمبران پر ځينو غوراوى لري: څرگنده ده، داچې ټول پېغمبران د الله له لوري رالېږل شوي او الهي پېغام ورسره دى؛ نو پر حق دي او ايمان پرې لازم او اړين دى؛ لكه چې الله د بقرې سورت په ۲۸۵ آيت كې د مؤمنانو له خولې وايي: « د خدای د استازیو په یوه کې هم توپیر نه کوو» خو له ځينو اړخونو، ځينې پېغمبران پر ځينو فضليت لري، دا توپير په دوه ډوله دى: ۱- د ځينو ځانگړنو له نظره، چې په ځينو پېغمبرانو پورې ځانگړي وي؛ لكه چې الله له موسى عليه السلام سره په ځانگړي ډول خبرې وكړې يا يې سليمان عليه السلام ته پاچاهي وركړه او. . . چې د نورو پېغمبرانو په باب دغسې ځانگړنې نه وې. ۲- د مانیزو درجو او الله ته د نژديوالي له اړخه. بېشكه په دې باب، د اسلام رسول الله خورا غوره پېغمبر دى، كه څه دا مبارك (ص) د لومړي ډول غوراوي له نظره هم له ځينو اړخونو پر نورو پېغمبرانو غوراوى لري؛ لكه كتاب يې (قرآن حکیم) چې د الله له لوري خورا بشپړ رالېږل شوى كتاب دى او یو پېغمبر ته هم دغسې كتاب وركړاى شوى نه دى، يا يې (دولس گوني) ځايناستي، چې يو پېغمبر هم دغسې ځايناستي نه درلودل[198].

((اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ =))

۲۵۵. د قرآن حکیم لوړه څوكه: دا آيت شريف چې په «آية الكرسي» مشهور دى، د قرآن حکیم مجيد له خورا شريفو آيتونو ځنې دى او داچې لوړ پوهاوى او معارف پكې راغلي، په فضليت كې يې خورا روايات روايت شوي دي. له امام صادق رحمة الله عليه څخه روايت شوى: «ابوذر غفاري (رض) رسول الله (ص) ته وويل: هغه كوم يو خورا مهم او غوره آيت دى، چې درباندې نازل شوى دى؟ حضرت (ص) وويل: «آية الكرسي» علي (ك) ددې آيت په فضليت كې ويلي: «باور نه كوم، چې چا اسلام پېژندلى يا په اسلام كې زېږېدلى وي او شپه سبا كړي؛ خو آية الكرسي ونه وايي. كه پوه شئ، چې په دې آيت كې څه دي، په يو حال كې به يې پرېنږدئ. رسول الله راته وويل: آية الكرسي يې تر عرش لاندې له زېرمو ځنې راكړه او تر ما وړاندې يو پېغمبر ته هم دغسې يو څيز وركړاى شوى نه دى، بيا علي (ك) وايي: «له كوم وخته مې چې له پېغمبره (ص) دا مطلب واورېد؛ نو هره شپه آية الكرسي لولم[199]» په كومو وختونو كې چې آية الكرسي لوستل كېږي، ډېر فضليت لري: تر پينځگونو لمانځه روسته، له كوره د وتو پرمهال، پر سورلۍ سورېدل، د مسافرت پرمهال، د خوب پرمهال، د قبرونو د زيارت كولو پرمهال او هر گهيځ او ماښام. يادونې وړ ده، چې د مشهور روايت له مخې، آية الكرسي همدا يو آيت دى؛ يعنې تر «وهو العلى العظيم» پورې او نه تر «هم فيها خالدون»؛ البته د ورپسې دوو آيتونو لوست هم فضليت لري[200].

((لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

۲۵۶. په دين كې زور نشته؛ له آره اسلام او هر حق دین، له دوو لوريو، تپلى اړخ درلوداى نه شي: ۱- له څرگندو دلايلو او ښكاره معجزو روسته، تپلو او زور ته څه اړتيا نشته. هغوى له زوره كار اخلي، چې خبره يې پخه نه وي او نه اسلام، چې څرگند او غښتلى منطق لري. ۲- دين له يو لړ زړگنيو گروهو راولاړېږي او شونې نه ده، چې په زور او تپلو وي. زور د انسان تنه تسليمولاى شي؛ خو گروهې يې نه؛ البته دا پردې مانا نه ده، چې اسلام بيخي زور كارولى نه دى او نه يې كاروي؛ بلكې په درېيو ځايونو كې يې له زوره كاراخستى دى: ۱- د شرك پالۍ د اثارو له منځه وړل. د اسلام له نظره، بوتپالي دين نه دى؛ بلكې يو رنځ او کږنې او انګېرنې (خرافات) دي او بيخي نه بايد اجازه وركړو، چې يو شمېر سلو په سلو كې پر غلط او ناسم بهير روان وي او په پايله كې راوپرځېږي. ۲- مسلمانانو ته د هغوى پروړاندې د دفاعي جهاد امر شوى، چې د دوی د منځه وړو او بريد لپاره دسيسې كاږي او ښايي ويلاى شو، چې د رسول الله (ص) په زمانه كې ډېرى اسلامي جگړې له همدې ډول وې. ۳- په تبليغ كې ازادي ترلاسه كول. هر حق دين كړاى شي په ازاد ډول ځان معرفي كړي او كه څوك يې خنډ شي، دين په زور دا حق ترلاسه كولاى شي[201].

((اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ =))

۲۵۷. د مؤمنانو ولي: په دې آيت كې ولي د پالندوى او اختيارمن پر مانا ده. ددې آيت له مخې، الله خپل ولايت او پالندوينه په مؤمنانو پورې ځانگړې كړې ده[202]. او ددې ولايت اغېز دادى، چې مؤمنان له تيارو راوكاږي او رڼا ته يې راوباسي. دغسې انسان، په علمي چارو كې د ناپوهۍ په تيارو كې نه ښكېلېږي او په عمل كې د ظلم او بې لارېتوب په لومو كې نه نښلي[203].

۲۵۷. مؤمنان په رڼا كې ځي او كافران له رڼا را ووځي: په دې آيت كې نور (رڼا) او ظلمت (تيارې) له هدايت او بېلارۍ كنايه ده. شونې ده چې ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې ايا كافران په رڼا كې وو، چې الله د خپل كفر له لامله له رڼا راوايستل او تيارو ته يې ننه باسي. انسان د پنځون (پنځون) له پيله فطري او الله وركړې رڼا درلوده او داسې پنځول شوى، چې غواړي خپل پنځوونكى او نړۍ پال وپېژني؛ خو له هغه دين او کړنلارې سره بلد نه دى، چې الله د پېغمبرانو له لارې انسانانو ته لېږلې ده. اوس نو كه بنيادم د پېغمبر په روزنې او خپل عقل ښه ورزل شي؛ نو رڼا يې په روح كې خپرېږي او د ماشومتوب ناپوهي يې د الله پر پېژندنې او نښو بدلېږي او كه كافر شي، له خپلې فطري رڼا د كفر تيارو او له خدايه سرغړاندۍ لوري ته وركږېږي[204]. پاموړ ټكى دادى، چې نور (رڼا) تل په قرآن حکیم كې پر مفرد ډول راوړل شوې او پروړاندې يې ظلمات (تيارې) د جمعې په بڼه راغلي دي. دا ټكى دې حقيقت ته اشاره لري، چې سمه لار او د حق بهير يو دى او څو نه دي؛ لكه د دوو ټكيو ترمنځ چې نېغه ليكه كاږل كېږي. او له همدې لامله، حقپال تل يو له بل سره متحد او يو موټى وي؛ خو د باطلو لارې پرېمانه او بې شمېرې وي؛ نوځكه باطل پالي په خپلو باطلو کې همغږي نه دي[205].

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَآجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رِبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِـي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ =))

۲۵۸. رسول الله له تېر او راتلونکې خبر و: ددې آيت مطلب، له حضرت ابراهيم علیه السلام سره د نمرود د خبرو اترو په هكله دى. ځينو مفسرينو د آيت ددې برخې «ايا و دې نه لېدل او خبر نه يې» په تفسير كې ويلي، چې د رسول الله پوهه د خپل دنيوي ژوند له پېر ور هاخواه او د الله په امر له تېر او گاندې خبر و؛ نوځكه الله خپل پېغمبر ته وايي: «ايا و دې نه ليدل؟» يعنې رسول الله د ابراهيم علیه السلام او نمرود له پېښې خبر و او لكه چې هغه يې ليدلې وه[206].

((أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِـي هَـَذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= ))

۲۵۹. هغه پېغمبر، چې له سلو كالو روسته ژوندى شو: ددې آيت په تفسير كې پرېمانه روايات راغلي، گټنه ترې كېږي، چې ددې وگړي نامه «عُزير» يا «اِرميا» د بني اسرائيلو يو پېغمبر و. بخت النصر پر بيت المقدس مېشتو بريالى شو او ټول ځايونه يې ويجاړ كړل او اوسېدونكي يې ووژل. كښلي يې دي، چې بخت النصرير ځكه بر لاس شو، چې دوى پر نېكيو امر او له بديو منع ته شا كړې وه. ارميا چې دا وراني او ټولوژنه وليده، له ښاره و ووت او و يې ويل: «الله به څرنگه دوى راژوندي كړي؟» حق تعالى دا سل كاله مړ كړ او بيا يې راژوندى كړ، ځينو كښلي، چې لومړى يې سترگې راژوندى شوې او خپلو غړيو ته يې كتل، چې هډوكي يې څرنگه راټولېږي او نښلي او غوښه يې پوښي. همدغسې كتل يې چې رگونه او بندونه څرنگه سره نښلي. حضرت على (ك) وايي: «چې كله عزير له خپلې كورنۍ و ووت. پنځوس كلن و او مېرمن يې دوه ځانې وه. حق تعالى سل كاله ومړ او بيا يې راژوندى كړ، چې كور ته ورستون شو؛ نو سل كلن زوى يې درلود، حال دا پخپله عزير پنځوس كلن و؛ نو زوى يې تر پلاره مشرو» عزير خپلو خوړو او څښاك ته (چې انگور يا انځر او د مېوې اوبه وې) وكتل او گوري، چې وروستې شوي نه دي او تر سلو كالو روسته تازه پاتې دي. الله په دې توگه خپل نامحدود او بې پايه ځواك ور وښود. بيا دې الهي پېغمبر په خپلو سترگو د خپلې سورلۍ د راژوندي كېدو او د اسكلت بندى پړاوونه هم ليدل، و یې ويل: «اعلم ان الله على كل شى قدير، پوهېږم چې الله پر هر څه وسمن دی. [207]»

((مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =))

۲۶۱. په انفاق پوړيز واټن كمېږي: په دې آيت او څو ورپسې آيتونو كې پر انفاق ويينه شوې ده. په دې آيتونو كې الله تعالى د انفاق فضليت او ثوابونه يادوي او مؤمنان هڅوي، چې د الله په لار كې مالونه ولگوي. انفاق يو ستر چار دى، چې اسلام د خپلو دوو عملي احکامو په یوې برخې یعنې په حق الناس كې ورپام كړى، چې د انفاق ځينې لارې يې واجب او ځينې مستحب كړې دي. زكات، خمس، مالي كفارې، وقف، وصيت، بخشش او وركړه او. . . . د (واجب يا مستحب) انفاق مصاديق دي. او له دې چاره د دين مراد دادى، چې د هغوى مالي ملاتړ وشي، چې پخپله د ژوند اړتياوې پوره كولاى نشي او بلخوا شتمن يې له اسراف او تبذيره په نهې د دوى د شتمنۍ د تظاهر او تجمل مخه نيولې او په دې توگه د شتمن او نشتمن پوړيز واټنونه را كموي[208].

۲۶۱. د الله لار او مصاديق يې: په دې آيت او ورپسې آيتونو كې د مثبت انفاق لومړۍ ځانگړنه «فى سبيل الله» والى ويل شوى دى او مطلب دادى، چې هر كار بايد د الله د رضا لپاره وي او په انفاق پورې ځانگړى نه دى. په يو روايت كې راغلي، چې يو تن له يو خطرناك ځايه تېرېده. خلكو وويل: عجيب چابك سړى دى، كاشكې دا چابكي يې د الله په لار كې كړې واى. رسول الله وويل: «ايا د الله لار يوازې جگړه او وژنه ده؟ د الله لارې ډېرې دي: له كوره وتل، د حلال رزق لاسه ته راوړل او د موروپلار ژوندنيو اړتياوو د پوره كولو لپاره بودجه چمتوكول، د الله لارې دي. د ښځې او اولادونو لپاره د حلال رزق ترلاسه كول، د الله لار ده. د خپلې بودجې د چمتو كولو او رزق لاس ته راوړو لپاره وتل هم د الله لار ده، چې څوك د شتمنيو د راغونډولو او ډېرۍ كولو لپاره سفر كوي؛ نو د شيطان په لار كې دى[209]» دا مهم ټكى د علي (ك) په يو روايت كې هم راغلى دی: «الله، د شتمنيو په مالونو كې د نشتمنو روزي واجب كړې ده؛ نو كه شتمن يې حق وركړي، يو فقير به هم وږى پاتې نشي او الله به يې په نه وركړې وپوښتي[210]»

۲۶۱. د عمل د ثواب زياتوالى: كه څه دا آيت د انفاق په هكله دى، د آيت دا برخه « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » عموميت لري او په انفاق پورې ځانگړې نه ده او د آيت مانا داده: « الله د هر نېكچاري چار د نېكچارۍ هومره يې، هر ډول او هر چاته چې وغواړي، څو ګرايه كوي؛ لكه چې كه وغواړي، د انفاق كوونكيو انفاق اوه سوه ځل ډېر وي. د امام صادق رحمة الله علیه په روايت كې راغلي: «كه مؤمن خپل كړه وړه ښه ترسره كړي، الله يې كړه وړه اوه سوه ګرايه كوي او دا د الله ددې خبرې مانا ده چې وايي: « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » نو هر چار د الهي ثواب په هيله او په ښه بڼه تر سره كړئ، د حديث راوي وايي: و مې پوښتل، دښې بڼې مطلب څه دى؟ امام وويل: «لكه چې لمونځ كوې، ركوع او سجده ښه وكړې، چې روژه نيسې؛ نو هر چار چې دې روژه خرابوي، ډډه ترې وكړې، چې حج ته ځې؛ نو نهايي زيار به كاږې، چې له هغه چار ډډه وكړې، چې حج او عمره دې خرابوي او همداراز هر چار چې كوې، له ناپاكۍ او چټلۍ پاك وي[211]. »

((وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

۲۶۵. په انفاق كې د اخلاص اغېز: دا آيت او مخكې آيت، په دوو ښكلو بېلگو، لومړى د ريا، ځان ښوونې، ځورونې او منت د انفاقونو حقيقت انځوروي او ورپسې د هغو انفاقونو په هكله خبرې كوي، چې له اخلاص، ديني او انساني عواطفو يې سرچينه نيولې وي. وړاندې آيت د ريا كړه وړه له هغې تېږې سره ورته كړي، چې نازك خاورين پوښ پرې پروت وي، هغه ډبره برسېرنه ښكلې او شنه ده؛ خو باطن يې سخت دى او چې غټ باران پرې ووري، له برسېرنې یې ښكلا لرې كېږي او د ډبرې حقيقت را برسېرېږي. ريا كاران هم خپل سخت او بې ثمره باطن په نېكيو پټوي او داسې كړنې كوي، چې هېڅ ډول ثابتې ريښې پكې نشته؛ خو د ژوند پېښې پردې څنډې ته كوي او باطن يې رابرسېروي[212]. په ۲۶۶ آيت كې په بل مثال پوهوي، كوم انفاق، چې يوازې الله ته وي، هېڅكله بې اغېزې نه پاتېږي او بېشكه يوه ورځ يې اغېز را ښكارېږي. الله دغسې انفاق غواړي او داچې الهي اړخ لري او له الله سره نښتى دى، د الله په څېر به پاتې او خوندي وي. البته د الله پېرزوېنه او لورنه د اخلاص د درجو له لامله توپير لري؛ لكه هغه بڼ، چې په حاصل خېزه ځمكه كې په هر ډول باران حاصل وركوي؛ خو د محصولاتو څرنگوالى او څومره والى يې د باران په اندازه او ډول پورې اړه لري[213].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلاَّ أَن تُغْمِضُواْ فِيهِ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ =))

۲۶۷. د ښو څيزونو د انفاق سپارښتنه: تردې آيت لاندې روايت كې لولو، چې رسول الله (ص) به د كجورو د زكات راټولو امر وكړ؛ نو ځينو به خرابې خرماوې وركولې؛ لكه جعرور او معافاره كجورې چې خوارينځۍ او غټ زڼې به وې. ځينو به په خپل زكات كې ښې خرماوې وركولې. رسول الله وويل: «تردې روسته، د جعرور او معافاره كجورې د غلې د مقدار په ټاكنه كې مه شمېرئ او زكات ته يې مه اخلئ» دلته ول، چې دا آيت رانازل شو: « وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ. . . . [214]»

((الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =))

۲۶۸. د شيطان ژمنه او د الله ژمنه: تردې آيت لاندې روايت كې لولو: «شيطان تل وايي، چې انفاق مه كوئ، چې پخپله به نشتمن شئ؛ خو الله د خپلې بښنې او زياتوالي ژمنه دركوي؛ يعنې كه د الله په لار كې انفاق وكړئ، هم مو بښي او هم په خپل فضل د وركړي مال تشه ډكوي[215]. »

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ =))

۲۶۹. حكمت؛ پرېمانه خير: حكمت په يو ډول ځانگړې مانا ټينگوالي ته وايي، يا كوم څيز چې په ځانگړي ډول ټينگ شوى وي، داسې چې هېڅ خلل، زيان او ناغېړي پكې لار ونه مومي. په عادي ډول دا کلمه د عقلي سمو او رښتينو پوهو په هكله كارېږي، چې ناسمي او دروغ پكې لار نه لري. حكمت، هغه سم مطالب دي، چې له واقعياتو سره اړخ لگوي او په يو ډول د انسان له نېكمرغۍ سره مرسته كوي؛ لكه د مبدا او معاد په هکله الهي پوهاوى يا هغه پوهه، چې د پنځ (طبعيت) حقايق شرح كوي. له همدې لامله وينو، چې حكمت په رواياتو كې هم په معرفت، بصيرت، په دين كې پوهه، د الله اطاعت او په امام پېژندنه تفسير شوى دى؛ ځكه دا معارف او پوهاوى د بشري نېكمرغۍ بنسټ تضمينوي[216]. د امام صادق په يو روايت كې راغلي: «حكمت د معرفت او پېژندنې څراغ، د تقوا سنجونې وزله او د صداقت او رښتيا پايله ده او كه ووايم چې الله كوم بنده ته حكمت وركړي؛ نو تردې بل ستر اوچت، پرېمانه او باارزښته نعمت نشته؛ نو سمه خبره به مې كړې وي؛ ځكه الله تعالى وايي: « الله چې چاته وغواړي، پوهه او حكمت وركوي او چې چاته حكمت وركړاى شي؛ نو پرېمانه خير وركړاى شوى دى. . . [217]» بايد پام مو وي، چې حكمت د قرآن حکیم په فرهنگ كې په عقلي علومو کې له اصطلاحي حکمت سره توپیر لري. په رښتینه کې حکمت، څېړنېزه پېژندنه او پوهېدنه ده، چې له دودیز او سنتي تقليد او لاروۍ سره اړخ نه لگوي.[218]

((وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ =))

۲۷۰. نذر: نذر د ډار په مانا ده او د نامې ايښوونې علت يې دادى، چې كه يو څوك ډارېږي، چې خپلې هيلې ته و نه رسي؛ نوله ځان سره شرط كوي، چې كه خپلې هيلې ته ورسي؛ نو يو ځانگړى چار به كوي. البته څرگنده ده، چې د حرامو چارو كونه، باطله ده او نذر يوازې د حلالو كړنو په هكله سم دى. نذر، ځانگړى لفظ او صيغه لري، چې بايد په خوله وويل شي؛ لكه چې څوك خپل نذر عملي نه كړي، بايد كفاره وركړي. د نذر احكام په فقهي كتابونو كې په تفصيل ويل شوي دي[219].

((إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ =))

۲۷۱. پټ او ښكاره خيرات: الله تعالى په دې آيت كې، پټ او ښكاره خيرات ستايلى دى؛ ځكه هر يو مثبتې او ښې اغېزې لري. خلك په ښكاره خيرات، نېكو چارو ته هڅول کېږي او همدغسې نشتمن پرې هیلمنېږي؛ ځکه دوی ننګیري – احساسوي چې په ټولنه کې زړه سواندي شته چې د دوی په فکر کې دي او دا لاملېږي، چې نهيلي نشي. د پټ خيرات گټه داده، چې له ريا، منت او ځورونې بچ ده او د نشتمن پت خوندي پاتېږي او اخلاص يې تر ښكاره خيراته ډېر دى. په ټول كې تر پټ خيراته د ښكاره خيرات ښې اغېزې ډېرې دي او تر ښكاره خيراته د پټ خيرات اخلاص او پاكي ډېره ده[220]. په دې باب حضرت على (ك) وايي: «پټ خيرات، د گناهونو كفاره ده او ښكاره خيرات د ناوړه مرگ مخه نيسي[221]. » په بل روايت كې راغلي: «پر هغه ورځ، چې د الله له سيوري بل سيورى نشته: (چې يو يې) د پټ خيرات وركوونكى دى، داسې چې د كيڼ لاس له وركړي خيراته يې ښى لاس خبرېږي نه[222]»

((لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَلأنفُسِكُمْ وَمَا تُنفِقُونَ إِلاَّ ابْتِغَاء وَجْهِ اللّهِ وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ= ))

۲۷۲. نامسلمانانو ته د نفقې وركړه او شرايط يې: دا آيت نامسلمانانو ته د نفقې د وركړې د جواز په هكله خبرې كوي، پردې مانا چې دا سمه نه ده، چې نامسلمانانو نشتمنو ته ځكه خيرات ور كړاى نشي، چې نېستي يې را تنگ كړي او اسلام ومني؛ نو داچې په دې نړۍ كې گرد سره انسانان (مسلمانان او نامسلمانان) په الهي لورنې كې رانغاړلېږي؛ نو مسلمانان هم بايد په مستحبو انفاقونو كې د نامسلمانو نشتمنو حالات په پاك كې ونيسي. البته دا په داسې حال كې دي، چې نامسلمانو ته انفاق د يو انساني مرستې په دليل وي او د كفر د پياوړتيا او د دښمنانو د شومو نخچو د پرمختگ لامل نشي؛ بلكې هغوى د اسلام د انسان دوستۍ له روح سره اشنا كړي[223]. ددې آيت په شأن نزول كې ويل شوي، چې د اسلام په لومړيو كې رسول الله (ص) اجازه نه وركوله، چې مسلمانان دې نامسلمانانو ته خيرات وركړي او د مسلمانانو هم دا ښه نه ايسيده، چې خپلو كافرو خپلوانو ته دې خيرات وركړي، بيا الله د بقرې سورت ۲۷۲ آيت رانازل كړ او اجازه يې وركړه، چې د كفارو نشتمنو ته دې هم خيرات وركړاى شي[224].

((الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ =))

۲۷۴. د حضرت علي (ك) انفاق: په ډېری احاديثو كې راغلي، چې دا آيت د حضرت علي (ك) په هكله رانازل شوى دى. ويل شوي، چې علي (ك) څلور درهمه درلودل، يو درهم يې د شپې يو يې د ورځې، يو يې ښكاره او يو يې په پټه خيرات كړ او دا آيت رانازل شو. البته پوهېږو، چې شأن نزول د آيت مفهوم نه محدودوي او نور هم كه پردې آيت عمل وكړي، ددې آيت په حكم كې رانغاړلېږي[225].

((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ =))

۲۷۵. د ربا ناوړې اغېزې: د «ربا» په هكله دا آيت او ورپسې آيتونه د «انفاق» په باب له تېرو آيتونو سره تړاو لري؛ ځكه «سود» د «صدقې» ضد دى. سودخور بلاعوضه پيسې اخلي او نفقه وركونكى بلاعوضه پيسې وركوي. په ترڅ كې د سودخورۍ ناوړې اغېزې د صدقې او انفاق د ښو اغېزو پروړاندې دي. ربا پوړيز اړپېچونه او دښمنۍ را ولاړوي او صدقه مينه او دوستي زياتوي. ربا د مسكينانو وينه څښي او صدقه د بېوزليو د ژوند د ټينگښت لامل گرځي. ربا د اختلاف او نا امنۍ لامل دى او صدقه د يووالي او امنيت. الله په دې آيتونو كې داسې شدت او سختي كارولې، چې د يوې گناه (بې د الله د دښمنانو د منځگړتوب له منلو) په باب يې هم كارولې نه ده. قرآن حکیم ددې دوو گناهو په څېر له نورو سترو گناهونو سره (كه څه مخالفت يې ورسره كړى) سخت ټكر كړى نه دى، ان د زنا، شرابخورۍ، جوارۍ، ظلم او تر دوى سترگاهونه؛ ځكه ددې گناهونو فساد له يو يا څو تنو نه اوړي او اغېزې يې يوازې د ژوند برسېرن او ظاهري اړخونه رانغاړي، د ربا او د الله د دښمنانو د منځگړتوب پرخلاف، چې ناوړه اغېزه يې د دين بنسټ له منځه وړي او انساني ژوند تباه كوي او د بنيادم الهي فطرت له منځه وړي[226].

قرآن حکیم او معصومينو له ربا سره سخته مبارزه كړې او په ډېرو رواياتو كې يې په سختو ټكيو غندلې ده. له امام صادق رحمة الله عليه څخه روايت شوى دى: الف: د يو درهم سود اخستو گناه، تردې اويا ځل خورا ستره ده، چې مُحرم به بيت الله الحرام كې اويا ځل زنا وكړي. ب: ربا د گناه د ستروالي له اړخ اويا برخې لري، چې خورا کوشنۍ يې د هغه چا د گناه په څېر ده، چې په بيت الله الحرام كې پر خپلې مور تېرى وكړي[227]. دې آيت په ژوند كې د سود خورو چلن له يوه لېوني سره ورته كړى، چې ښه له بدو بېلولاى نشي؛ ځكه هغه يو څه د يوې مودې لپاره بل ته وركوي او په عوض كې هماغه په ډېر مقدار ترې اخلي، چې دا د فطرت او سالم وجدان پرخلاف يو چار دى.

سالم وجدان حكم كوي، څه چې بنيادم لري؛ خو اړتيا ورته نه لري او نور ورته اړمن وي؛ نو ور دې يې كړي، چې خپلې اړتياوې ترې پوره كړي.

ربا يو اړخيز چار دى. سود خور يې يوازې اخلي او شتمنېږي او نور فقيران او بېوزلوي. دا لاملېږي، چې د سودخور عقل له منځه ولاړ شي او نور نو د پېر پلور او ربا ترمنځ توپير و نه كړي او يوازې د خپل شخصي سود به اند كې وي، كه څه نور بېوزلې شي. سودخور ته دا حالت تر مرگ روسته او په قيامت كې انځورېږي. له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى چې: «د معراج پر شپه مې يو شمېر غت خېټي وليدل، چې له ځايه راپاڅېداى نشول. جبرایيل مې وپوښت: دوى څوك دي؟ و یې ويل: دوى په نړۍ كې سود خوړ او الله يې په اړه ويلي: سود خواره (په قيامت كې) د شيطان تېرايستوونكيو په څېر راپاڅي، دوى د فرعونيانو په څېر دي، چې (په برزخ كې) هر گهيځ او ماښام اور ته وروړاندې كېږي او وايي: پالونكیه! قيامت څه وخت راځي؟» د رسول الله (ص) په بل روايت كې راغلي: «سود خور په قيامت كې لېونى راپاڅي او پښې پر ځمكه را كاږي» بيا آنحضرت (ص) دا ايت ولوست: « الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا. . . [228]»

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لاَ يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى وَلاَ يَأْبَ الشُّهَدَاء إِذَا مَا دُعُواْ وَلاَ تَسْأَمُوْاْ أَن تَكْتُبُوْهُ صَغِيرًا أَو كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللّهِ وَأَقْومُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُواْ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوْاْ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلاَ يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلاَ شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُواْ فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ= ))

۲۸۲. د سوداگريزو اسنادو د تنظيمولو په اړه اتلس لارښوونې: په دې آيت كې، د «دَين» كلېمه كارول شوې، نه قرض (او پور)؛ ځكه پور يوازې د دوه هم مثله څيزونو په راكړه وركړه كې كارېږي؛ لكه چې يو تن يو څه پور اخلي، چې په څېر يې ورستون كړي؛ خو «دَين» هر ډول پور (كه پور اخستل يا نوره راكړه وركړه وي) رانغاړي؛ لكه كرايه، پلور پېر، چې يو له دواړو لوريو، يو څه پر غاړه واخلي. دا آيت چې د قرآن حکیم ډېر اوږد آيت دى، په مالي راكړه وركړه كې اتلس لورښوونې ترې گټنه كېږي، چې دادي: ۱- كه چا بل ته پور وركړ يا يې كومه راكړه وركړه وكړه او يو لورى پوروړى شو، داچې روسته هېڅ ډول تېروتنه، اشتباه او څه ادعا را پيدا نشي بايد تړون يې په گردو ځانگړنو سره وكښل شي. ۲- داچې ډاډ تر گوتو شي او تړون د دواړو لوريو له احتمالي لاسوهنو خوندي او روغ رمټ پاتې شي، ليكوال بايد يو درېيمي تن وي. ۳- ليكوال بايد د تړون په ليكلو كې حق په پام كې ونيسي او عين پېښه وكښي. ۴- د لاسوند تنظيموونكى، چې د معاملې له احكامو او شرايطو خبر دى، د الله وركړې لورنې په بدلې كې، نه ښايي د تړون له ليكلو اوږې سپكې كړي؛ بلكې په دې ټولنيز چار كې د معاملې له دواړو لوريو سره مرسته وكړي. ۵- بايد تړون د معاملې يو لورى املا كړي؛ يعنې ووايي، چې ليكوال يې وليكي؛ خو كوم يو لورى؟ آيت وايي: پوروړى؛ يعنې هغه چې حق يې پر غاړې دى. ۶- بايد پوروړى دې د املا پرمهال الله په پام كې ونيسي او څه دې نه پرېږدي او ټول دې ووايي، چې ليكوال يې وليكي. ۷- كه پوروړى، سفيه (هغه چې خپلې مالي چارې تنظميولاى نشي او خپله گټه او زيان معلومولاى نشي) كمزورى (لنډ پارى، كم عقل او لېونی و)، كوڼ او گونگ وي، بايد پالندوى يې پرځای تړون املا كړي او د سند تنظميوونكى يې وليكي. ۸- بايد ولي او پالندوى په املا او د پور په مښته كې، عدالت او د هغه چا گټې په پام كې ونيسي، چې ولي يې دى او د حق له كږلېچه دى ځان بچوي. ۹- پر ليكلو سربېره، دواړه لورې دې په خپل تړون كې دوه تنه شاهدان ونيسي. ۱۰ – ۱۱ – شاهدان بايد بالغ او مسلمان وي. ۱۲- يو تن او دوه ښځې هم شاهدانېداى شي. ۱۳ – بايد شاهدان ډاډمن وي. ۱۴ – كه شاهدان دوه نارينه وي، هر يو خپلواك شاهدي وركولاى شي؛ خو كه يو نارينه او دوه ښځې وي، بايد په اتفاق شاهدي وركړي، كه كومه ښځه د عاطفې چارو له لامله تر اغېز لاندې راغله او د شهادت په وركولو كې تېروته، چې بل يې وروښيي. ۱۵- پور كه لږ وي که ډېر، بايد وليكل شي. ۱۶- كه راكړه وركړه پوره په نغدو وي، د تړون ليكل لازم نه دي. ۱۷- كه څه په نغدي راكړه وركړه كې د سند تنظيم او ليكل لازم نه دي؛ خو بايد شاهد ونيول شي. ۱۸- نه ښايي د سند ليكوال او هم شاهدان د حق او عدالت رعايتولو له لامله وځورول شي. په دې آيت كې دقيق احكام راښيي، قرآن حکیم د مسلمانانو وټیزو چارو او تنظيم ته ژوره پاملرنه لري او په هغه روسته پاتې ټولنه كې، چې ليك لوست پكې خورا لږو او د قرآن حکیم راوړونكى هم يو نالوستى و؛ نو راښيي دې آسماني كتاب د مسلمانانو د وټیزو چارو سمونې ته پوره پاملرنه او اهتمام درلود[229].

((لِّلَّهِ ما فِي السَّمَاواتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِن تُبْدُواْ مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللّهُ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاء وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاء وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

۲۸۴. د بندگانو د زړونو شمېرانه (محاسبه): كله انگېرل كېږي، چې دا آيت له ډېرو احاديثو سره [چې وايي: «د گناه نيت، گناه نه ده] مخالف دى. په ځواب كې يې يو شمېر سترو مفسرانو ويلي دي: د «ما فى اانفسكم» له غونډلې مراد، ښه او بد اخلاق او صفات دي، چې د انسان په زړه كې ثابت او مستقر شوي دي؛ لكه: ايمان، كفر، مينه، كينه، چې كړنې يې ترې را ولاړېږي؛ خو كوم مطالب چې بې اختياره ذهن ته راځي؛ لكه د گناه فكر- او انسان يې د كولو هوډ نه لري – ددې آيت مانا يې نه رانغاړي[230]»

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ =))

۲۸۵. د سورة البقره د دوو روستيو آيتونو د لوست فضليت: ددې دوو آيتونو د لوست په فضليت كې ډېری روايات راغلي او چې څوك يې د ماسخوتن تر لمانځه روسته وايي، ثواب يې د هغه چا هومره دى، چې گرده شپه يې پر عبادت او لمانځه تېره كړې وي. همداراز كه په كوم كور كې ولوستل شي شيطان ورننوتاى نشي[231].

((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ=))

۲۸۶. په هېر مو مه نيسه: مفسرانو ددې آيت تردې غونډلې [«پالونكیه! كه موږ هېر يا تېروتو، مه مو نيسه»] لاندې ليكلي، چې هېر دوه ډوله دى: يو داچې انسان يې په راتلو كې هېڅ ډول اختيار نه لري؛ لكه رنځور چې د رنځورۍ له لامله په هېر اخته شوى وي، بېشكه دا ډول هېر، څه مجازات نه لري. بله هېرېدنه، چې شونې ده سزا ولري او سریزه يې د انسان خپله بې پامي او غفلت وي. دا آيت مؤمنانو ته ور زده كوي، چې له خدايه و غواړي، ددې ډول تېروتنې، خطا او هېر له لامله یې ونه نيسي[232].

 ۲۸۶. اسان دين: «اِصر» د ساتلو او محبوسولو پر مانا ده او هر دروند چار ته ويل كېږي، چې د انسان د فعاليت مخه نيسي. همداراز هغه تړون او ژمنې ته هم وايي، چې انسان محدودوي. له همدې لامله، كله يوه سزا په «اِصر» هم تعبيرېږي. په دې غوڼدله كې مسلمانان له خدايه غواړي له هغو تكليفونو يې معاف كړي، چې كله يې د پالونكي د اطاعت د سرغړونې لاملېږي. دا هماغه څه دي، چې د اسلام د لارښوونو په باب د نبي اكرم (ص) له خولې روايت شوي: « زه پر داسې دين مبعوث شوى يم، چې عمل پرې اسان دى» د قرآن حکیم له آيتونو گټنه كېږي، په تېرو امتونو، چې كوم سخت تكاليف ايښوول شوي وو، په دين كې يې نه وو؛ لكه چې قرآن حکیم په انعام سورت ۱۴۶ آيت كې د بني اسرائيلو په باب وايي: ((او پر يهودانو مو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او له غويانو او پسونو مو پرې وازدې حرامې كړې وې؛ خو هغه وازدې (مونه وې حرامې كړي) چې په شا يا کولمو يا يې په هډ وكيو پورې نښې وې، موږ یې د سرغړونې له لامله دغسې سزا وركړه او موږ بيخي رښتيا وايو.))[233]

 

آل عمران سورت

د آل عمران سورت ټوليزه منځپانګه: توحید او د الله صفات، معاد، اسلامي پوهاوی، جهاد، د ځينو اسلامي احکام ويينه، د ستونزو او الهي ازمېنو پروړاندې زغم او د پېغمبرانو د تاريخ يوه برخه[234].

((هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ =))

۷. محکم او متشابه آيتونه: الله تعالی په دې آيت کې د خپل کتاب آيتونه په محکم او متشابه دوو ډولونو ويشلي. محکم آيتونه هغه دي چې مفهوم يې دومره څرګند دی چې د خبرو اترو او ويينې ځای پکې نشته؛ لکه ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ[235])) یا د ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ[236])) یا ((لذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ[237])). . . دا ډول آيتونه، په قرآن حکیم کې ام الکتاب نومول شوي؛ ځکه د نورو آيتونو آر، اصل، مرجع، مفسر او څرګندونکي دي. په مقابل کې يې نور آيات شته چې په پيل کې يې مانا پېچلې او ستونزمنه په نظر راځي آو کله یې په هکله بلابېل احتمالات ورکولېږي؛ لکه: ((يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ[238])) يا ((وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[239])) ښکاره ده، الله نه لاس لري او نه غوږ؛ بلکې دا د الهي ځواک او پوهې ټولېزو مفاهېمو ته اشاره ده. دا آيتونه د قرآن حکیم متشابهات دي چې د ابهام لرې کولو لپاره يې باید محکمو آيتونو ته رجوع وکړو لکه که د ((يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ)) آيت د ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ)) آيت ته وروګرځول شي؛ نو دا ټکی پوهېدلېږي چې د الله له لاسه منظور په ځانګړې ځانګړنو غړی نه دی؛ ځکه هېڅ څيز د الله په څېر نه دی او په دې توګه په ذهن کې دې توهم د رادبره کېدو مخه نيسي چې الله لاس لري. له امام رضا رحمة الله علیه روايت شوی: ((چې څوک متشابه آيتونه، محکمو آيتونو ته وروګرځوي؛ نو سمه لار يې نيولې)) همداراز دا آیت یادوي چې متشابه آيتونه نهايي تاويل، مخونه، توجیه او مانا لري؛ یعنې په قرآن حکیم کې داسې آيتونه شته چې رازونه او ژورې ماناوي لري؛ خو کوږاندي او د فاسدو موخو درلودونکي يې له ځانه تفسیر او ناسمه مانا ورجوړوي او د ځان او نورو د اغفال لپاره پرې ډډه وهي. ددې آيت په شأن نزول کې یو حدیث روایت شوی: يوه ډله یهود رسول الله(ص) ته ورغلل او د ((الم)) مقطعه ټکي يې خپل لاسوند کړل، و یې ويل که د ابجدو د حساب له مخې الف، لام دېرش او ميم څلوېښت دي او په دې توګه دې خبر ورکړي چې امت دې له (۷۱) کلونو ډېر پايښت نلري. رسول الله(ص) ددې ناوړه ګټنې د مخنيوي لپاره وويل: ((ولې مو يوازې ((الم)) شمېرلی؟ ايا په قرآن حکیم کې ((المص))، ((الر)) او نور مقطعه ټکي نشته؟ولې ټول نه شمېرئ؟)) ورپسې دا آيت نازل شو چې په پای کې وايي، يوازې الله او په علم کې پاخه د متشابه آيتونو پر حقيقي تاويل او مانا پوهېږي. په ډېرو رواياتو کې راغلي چې په علم کې له راسخانو مراد، رسول الله او پاکلمني امامان دي چې د متشابه آيتونو په تاويل او رازونو خبر دي. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په دې باب په یوه روايت کې راغلي: ((موږ په علم کې راسخان او پاخه یو او د متشابه آيتونو پر تاويل پوهېږو)) د توضيح او سپړنې بل ټکی دادی چې ولې د قرآن حکیم يوه برخه آیتونه، متشابه دي؟ دې پوښتنې ته دوه مهم ځوابونه ورکړای شوي: الفاظ او متداول عبارات د انسانانو د ورځېني اړتياوو لپاره رامنځ ته شوي او په مازې چې د عادي ژوند له کړۍ ووځي، نامفهو مېږي؛ لکه چې کله د نامحدود او ناپايه نړۍ پال خبره کېږي، پوره د الفاظو نارسايي حسېږي، چې همدا نارسايي د يوې برخې متشابه آيتونو سرچينه ده، چې د ((يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ)) آيت يې يوه بېلګه ده، په تفسير یې هله ښه پوهېدای شوچې محکمو آيتونو ته مراجعه وکړو.

د متشابه آيتونو شتون، رسول الله او رښتينو وصيانو ته د خلکو سخته اړتيا ښه راڅرګندوي دا موضع ددې لاملېږي چې خلک د علمي اړتيا له مخې ورشي او مشرتوب يې پر رسميت وپېژني[240].

((قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ =))

۱۲. د کافرانو د مغلوبېدو په اړه د قرآن حکیم وړاندوينه: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې د بدر غزا او د مسلمانانو تر بريا روسته يو شمېر يهودو وويل: هغه امي پېغمبر همدا دی چې موږ يې په خپل ديني کتاب کې ځانګړنې لوستي او په جګړه کې نه ماتېږي. ځينو نورو وويل، بيړه مه کوئ چې يوه بله جګړه راپېښه شي؛ بيا نو قضاوت وکړئ. د احد په غزا کې چې مسلمانانو ظاهري ماتې وخوړه، ويی ويل: نه پر الله قسم دا هغه پېغمبر نه دی، چې زموږ کتاب يې زېرې ورکړی دی. په دې پېښې پسې نه يوازې مسلمانان نشول؛ بلکې تاوتريخوالی او له نبي اکرم (ص) او مسلمانانو يې ځانونه ښه لرې کړل. ان هغه تړون يې له وخته وړاندې مات کړ چې پر مسلمانانو به بريد نکوي او د ((کعب بن اشرف)) په مشری شپېته سواره مکې ته ورغلل او له اسلام سره د مبارزې لپاره له مشرکانو سره همژني شول او چې مدينې ته راستانه شول؛ نو دا مهال د آل عمران ۱۲ آيت نازل شو او دا خوله ماتی ځواب يې ورکړ چې پايله د کار په پای کې وشمېرئ او پوه شئ چې ډېر ژر به ګرسره مغلوب شئ. دې شأن نزول ته په پامنيوي او داچې آيت د احد تر غزا روسته نازل شوی، چې مسلمانانو له ظاهري پلوه خپل ځواک او نفوذ له لاسه ورکړی و او د اسلام دښمنانو يو له بل سره په همغږۍ کې ښه ځواکمن شوي وو؛ نو په نژدې راتلونکي کې د مسلمانانو د بريا په هکله د قرآن حکیم څرګنده وړاندوينه د قرآن حکیم اعجاز شمېرلېږي؛ ځکه د راتلونکيو چارو په اړه څرګند خبر پکې دی چې پوره عملي هم شو او مسلمانان تر لسو لږو کلونو پر خپلو دښمنانو (تړون ماتي يهودو او مشرکانو) لاسبري شول[241].

((قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاء إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لَّأُوْلِي الأَبْصَارِ =))

۱۳. په بدر غزا کې ډېر لږ مسلمانان په الهي مرسته بريمن شول: دا آيت د بدر غزا د څرنګوالي په باب نازل شوی لکه چې مفسرانو ويلي: په بدر غزا کې د مسلمانانو شمر ۳۱۳ تنه وو، ۷۷ تنه يې مهاجرین او ۲۳۶ تنه يې انصار وو. له علي کرم الله وجهه سره د مهاجرينو او له سعد بن عباده (رض) سره د انصارو بيرغ و. مسلمانانو په دې ستره غزا کې يوازې اويا اوښان، دوه اسونه، شپږ زرې او اته تورې درلودې. خو د دښمن شمېر تر زرو تنو وراوختی و، چې پوره وسله او يو سل اسونه يې درلودل. د مسلمانانو له لوري ۲۳ تنه شهيدان (۱۴ تنه له مهاجرینو او ۸ تنه له انصارو) او د کفارو اويا تنه ووژل او اويا يې ونيول شول او مسلمانان په پوره بريا مديني ته راستانه شول. دا آيت د بدر په پېښې ک مؤمنانو ته د غيبي مرستو يوه څنډه څرګندوي او وايي، پر هغه ورځ مشرکانو، مؤمنان په خپلو سترګو دوه ګرایه ليدل؛ يعنې که مؤمنان ۳۱۳ تنه وو، د کفارو په سترګو کې له ۶۰۰ ډېر ښکارېدل. دې الهي مرستې، کفار لا وډارول او د ماتې يو لامل همدا و حال دا له جګړې وړاندې، اپوټه و. الله غوښتل چې له جګړې وړاندې د مسلمانانو شمېر د هغوی په نظر کې لږ وبرېښوي، چې په غرورو او عظمت جګړې ته راودانګي او د جګړې له پیل روسته يې، دوه ګرايه وبرېښوي چې ډار او پرېشانې پرې ورچاپېره شي او په ماتې يې پای ته ورسي. بلخوا، الله د مسلمانانو په نظر کې د دښمانانو شمېر لږ وبرېښاوه چې پر ځواک او روحيه یې ورزیات کړي. دا هماغه څه دي چې د انفال سورت په ۴۴ آيت کې ورته اشاره شوې ده: ((او چې كله (د جګړى په ډ ګر كې) يو له بل سره مخامخ شوئ، دوى يې ستاسې په سترګو كې لږ ښوول او تاسې يې (هم) د دوى په سترګو كې لږ ښوولئ، چې الله هغه كار ترسره کړي، چې كېدونكى و، (تاسې و نه ډارشئ او په جګړې لاس پورې كړئ، دوى هم و نه ډارېږي او جګړې ته چمتو شي او په پاى كې ماتې وخوري!) او ټولې چارې الله ته ورګرځي[242]))

((الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ =))

۱۷- د سهار مهال استغفار: د معصومينو رواياتو په ګهيځ کې استغفار د شپې پر لمانځه او د يو رکعتې وتر لمانځه په روستي قنوت کې په بښې غوښتو تفسير کړی. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوی: ((چې څوک يو کال په وتر لمانځه کې په ولاړه ووايي: ((استغفرالله ربي و اتوب اليه)) الله يې په خپل درشل کې د ((الْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ)) له مصادیقو ځنې ګڼي او د الله بښنه به ورته هرومرو شي[243]))

((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهِ سَرِيعُ الْحِسَابِ =))

۱۹. د ټولو ادیانو روح: په دې آیت کې الله تعالی وایي: هر وخت او په ټولو پېرونو کې د دین روح، الله او لارښوونو ته يې مازې سر ايښوونه او تسليمېدل دي. داچې د اسلام د رسول الله دين د تسلیمېدو خورا اوچته او پوره بېلګه ده، د اسلام نامه پرې ورايښوول شوې ده. علي کرم الله وجهه په يوې وينا کې د اسلام حقيقت داسې راښوولی: ((د اسلام حقیقت حق ته غاړ ايښوول دي او غاړه ايښوونه بې يقينه ناشونې ده (؛ ځکه بې ‎يقينه غاړه ايښوونه، د پټو سترګو غاړه ايښوونه ده او نه عالمانه) يقین تصديق دی (يعنې علم او پوهه کافي نه ده؛ بلکې زړګنۍ ګروهه او تصديق ورپسې لازم دی) او تصديق، منښته او اقرار دی (يعنې کافي نه ده چې ايمان يوازې د زړه او روح په سيمه او چاپېريال کې وي؛ بلکې بايد په مړانه او ځواک يې ښکاره کړي) او اقرار د دندې ترسره کول دي (يعنې اقرار، یوازې په خوله ويل نه؛ بلکې ژمنه او د مسووليت منل دي) او د مسووليت ترسره کول عمل دی (د الله حکم عملي کول او د الهی کړنلارو ترسره کول))؛ ځکه ژمنه او مسووليت يوازې عمل دی او هغوی چې يوازې په خبرو اترو، غونډو، سيمينارونو خپل وخت تېروي او يوازې خبرې کوي؛ نو نه يې څه ژمنه او مسووليت منلی او نه د اسلام له روحه خبر دي چې دا په ټولو اړخونو کې اسلام ته يو خورا څرګند تفسير دی[244].

((أُولَـئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ =))

۲۲. حبط او تکفير: دا آيت وايي په آخرت کې د هغو کړنې حبط او نابودېږي چې د الله پر آيتونو کافرېږي، پېغمبران په ناحقه وژني او عدالت خپروونکي وژني، دا دواړه اصطلاحات (حبط او تکفير) په ډېری آيتونو کې کارول شوي. حبط د باطلو او بې خاصيته کېدو پر مانا دی او تکفير د حبط مقابل ټکی دی. تکفير يعنې د راتلونکيو ښو کړنو له لامله د تېرو ګناهونو د سزا او اثارو له منځه تګ. ددې مطلب په څرګندنه کې يې ويلي چې کله يو انسان ډېر کلونه زحمت کاږي او پانګه زېرموي؛ خو په يوه ناڅيزه خبره، کړنه يا هوس يې له لاسه ورکوي؛ يعنې مخکېني حسنات يې حبط او له منځه ځي. يا اپوټه تېروځي او خورا زيان مومي او په يو عقلمن چار، هر څه جبرانوي دا د تېرو تېروتنو یو ډول تکفير او پوښل دي، په معنوي چارو کې هم دا آر صادق او رښتونی دی.[245]

((تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ =))

۲۷. له مړي د ژوندي او له ژوندي د مړي را ايستل: له مړي د ژوندي له راايستو مراد له بې سا ژویو د ژوند پنځون دی. پوهېږو پر هغه ورځ چې پر ځمکه ژوند کول چمتو شول؛ نو له بې سا ژویو، ژوندي موجودات رادبره شول. پردې سربېره په ټولو موجوداتو او په بدن کې مو بې سا ژوي د ژوندينکيو برخه کېږي او پر ژونديو ژویو اوړي او هم تل مو له ژوندي ژویو د مړيو رادبره کېدل په سترګو کې انځور دي. دې آيت ته بل تفسیر هم شوی چې له ظاهري او سرسري مانا اخوا مانا ته يې اشاره د، چې هغه مانیز ژوند او مرګ دی؛ ځکه وينو چې کله ايمانوال وګړي (چې حقيقي ژوندي وي) له بې ايمانو وګړیو (چې واقعي مړي شمېرلېږی) رادبرېږي او کله اپوټه. قرآن حکیم په ګڼ شمېر آيتونو کې کفر او ايمان په مانیز مرګ او ژوند تفسير کړی. د اهلبيتو روایت هم دا تفسير تاييدوي[246].

((لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّهِ فِي شَيْءٍ إِلاَّ أَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللّهِ الْمَصِيرُ ))

۲۸. تقيه: تقيه له هغو چارو ځنې ده، چې قرآن حکیم او عترت جايز ګڼلې او عقل يې هم تاييدوي او مانا يې دا ده چې انسان د دښمن له ډاره، په ظاهر کې ورسره موافق او هم اندی شي؛ ځکه الله خو يوازې دا غواړي چې حق راژوندی شي او نوې سا واخلي او ډېر ځل داسې کېږي چې فقهاوو په ظاهره د دښمن په خوښه کار کول، د دین مصلحت او پايښت دومره تامين او خوندي کوي چې د تقيه پرېښوول او په پايله کې وژنه يې هاغسې نه تامينوي. دې آيت په ځانګړو شرايطو کې تقيه څرګنده جايز ګڼلې ده. د تقيه په اړه ډېر روایات راغلي. رسول الله (ص) ويلي: ((هغه دين نلري چې تقيه نه کوي)) همدارراز له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوي: ((بنيادم ته تقيه هرومرو په هر څیز کې رامخې ته کېږي؛ نو الله ځکه روا کړې ده.[247])) پاموړ ټکې دادی چې په هرځای کې تقيه يو حکم نلري؛ تقيه کله واجب، کله حرامه او کله مباح ده. په هغه ځای کې تقيه واجب ده چې بې له څه مهمې ګټې انسان په خطر کې ولوېږي؛ خو تقيه په هغه ځای کې حرامه او منع ده، چې باطل دودېږي، خلک بېلارېږي او ظلم پياوړی کېږي[248].

((يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ= ))

۳۰. د کړنو انځور: قرآن حکیم مجيد په دې آيت او نورو ډېرو آيتونو کې له دې حقيقته پرده اوچتوي چې په قيامت کې د انسان ښې او بدې کړنې په يوه بڼه انځورېږي او د محشر ډګر ته حاضرېږي. د ((تَجِدُ)) اصطلاح د وجدان له مادې او د موندلو پر مانا ده؛ يعنې هر څوک په قيامت کې خپل کړه وړه مومي او هيله کوي چې د ده او ناوړه کړنو ترمنځ يې خورا واټن وای. پرېمانه آيتونه هم دا مطلب تاييدوي. د کهف سورت ۴۹ آیت وايي چې ګناهګارن د قيامت پر ورځ، خپلې تېرې کړنې مخامخ ويني، همداراز د زلزال ۷ او ۸ آيتونه وايي: ((نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي، وبه يې ګوري او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي، وبه يې ګوري)). نوځکه پخپله انسان د قيامت پر ورځ، ښې يا بدې چارې مومي او ويني یې. ډېری روایات هم پردې مطلب ګواهي ورکوي. رسول الله(ص) يو نصيحت غواړي ته وويل: ((قيسه! هرومرو يو ملګرې لرې چې درسره ښخېږي، حال دا هغه ژوندی دی او ته مړ يې، که هغه ښه او عزتمن وي؛ نو عزت درکوي او که پست او خوار وي؛ نو (ناخوښو پېښو) ته دې ورسپارې، بیا هغه يوازې له تا سره محشورېږي او ته هم يوازې د قیامت ډګر ته ورسره راځې او په اړه يې پوښتلېږې؛ نو هڅه کوه چې په ښه بڼه يې وکړې ځکه که هغه ښکلې او ښې وي؛ نو مينه ورسره کوی؛ که نه بې له هغه به له بل چا نه ډارېري او هغه ستا کړه وړه وي[249].))

د امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((چې مړی په قبر کې کېښولېږي يو تن يې پروړاندې راښکارېږی او ورته وايي: انسانه! موږ درې څیزونه وو: یو دې رزق، چې د عمر په پای کې دې پرې شو او بل دې کورنۍ چې ته يې پرېښوولې او ستانه شول او زه چې ستا عمل يم؛ نو درسره پاتې شوم؛ خو تر هغوی دې کم ارزښته ګڼلم[250].))

((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ =))

۳۳. د اهلبيتو غوراوی: د الميزان تفسیر مولف علامه طباطبايي پردې آند دی چې په دې آيت کې له آل ابراهیم څخه مراد هغه معصومین دي چې د حضرت اسماعیل له لارې حضرت ابراهيم خليل ته وررسي چې دوی د اسلام رسول الله او سپېڅلې کورنې يې ده. په يوه روایت کې يې د امام رضا رحمة الله علیه او مامون الرشيد خبرې اترې راوړي، مامون الرشيد وپوښتل: ایا الله پر نورو خلکو د پېغمبر ځوځات غوره کړی؟ امام رضا رحمة الله علیه وويل: ((هو، الله په قرآن حکیم کې پر نورو د عترت غوراوی څرګند کړی.)) مامون وپوښتل: د قرآن حکیم په کوم ځای کې؟ امام وويل: ((په دې آيت کې: ((الله، آدم؛ نوح، آل ابراهيم او آل عمران پر نړيوالو غوره کړي وو.[251]))

۳۳. آل عمران: عمران، د حضرت مريم پلار دی او په دې آيت کې له آل عمرانه مراد، حضرت مريم (س) او حضرت عيسی علیه السلام یا پردې دواړو سربېره د عمران مېرمن ده[252].

((فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَى وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وِإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ= ))

۳۶. لمانځونکې ښځه: مريم په لغت کې د نمانځونکې او خدمتګارې ښځې پر مانا ده او داچې مور يې تر زېږون روسته دا نامه ايښی؛ نو راښيي چې دا مؤمنه مور له الله نمانځنې سره سخته مينه لري، چې خپله لور يې وروقف کړه[253].

((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ =))

۳۹. محراب؛ له شيطان او سرغړاندي نفس سره د جګړی ځای: په جومات کې د امام ځای ته محراب ويل کېږي. ټول جومات ته هم محراب وايي. ويلي يې دي دا کلمه له حرب ځنې اخستل شوی، چې د جنګېدو پر مانا ده؛ ځکه په محراب کې مؤمن انسان په نمانځنه او د الله په عبادت، له شيطان او سرغړاندي نفس سره جنګېږي. په نظر رسي چې محراب په دې آيت کې د ټول جومات پر مانا دی[254]. له دې آيته او نورو ډېرو آياتو ګټنه کېږي چې لمونځ په ټولو اسماني ادیانو کې و.[255]

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ=))

۴۲. د خپلې زمانې غوره ښځه: په دې آيت کې د ((اصْطَفَاكِ)) جمله (ته يې غوره کړې يې) دوه ځل راغلې، لومړی ځل يې په مطلق ډول غوره کولو ته راوړې؛ یعنې الله تعالي، حضرت مريم خپل عبادت او ځانګړې بندګۍ ته غوره کړه. دويم ځل یې، د نړۍ له ټولو ښځو غوره کونه راښيي. دا آيت شاهدي ورکوي چې حضرت مريم د خپلې زمانې د ستر شخصيت او وګړې درلودونکې ښځه وه او دا موضوع له هغه څه سره په ټکر کې نه ده چې د حضرت فاطمې (رضی الله عنها) په هکله رارسېدلي، چې د نړی غوره مېرمن ده؛ ځکه له نبی کریم (ص) روايت شوی چې پرښتو حضرت زهرا بي بي ته وويل: ((مريم د خپلې زمانې ښځه وه (خو) په حقيقت کې الله ته د خپلې زمانې، د مريم د پېر او وړاندې روسته ښځو غوره مېرمن کړې يې.[256]))

((إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ= ))

۴۵. د الله کلمه: کلمه يو لفظ دی چې انسان ته يوه جوته مانا ور په ګوتو کوي. په دې مانا، د نړۍ ټول مخلوقات د الله کلمې دي؛ ځکه د خپل پنځوونکي شتون را په ګوته کوي. د کهف سورت په ۱۰۹ آيت کې لولو: ((ووايه: ((كه سمندر(ونه) زما د پالونكي (د پنځول شويو او) كلماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛ نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(ونه) وچ شي، كه څه همدومره نور سمندر(ونه) پرې ورزيات هم کړو.)))) مفسرانو ويلي له ((الهي کلماتو)) ځنې مراد د الله مخلوقات دي. په مخلوقاتو کې تر ټولو انسان (د پیلتوب او د خلقت د عظمت له لامله يې) د الله شتون راپرګوتو کوي او په انسانانو کې تر نورو ډېر، پېغمبران او امامان. نوځکه په روايآتو کې يې، سپینلمنو امامانو ته ((الهي کلمات)) ويلي دي. د آل عمران سورت په ۴۵ آيت کې حضرت عيسي د الله کلمه ښوول شوې؛ ځکه نړی ته یې راتګ او هېښنده معجزې يې (لکه په زانګو کې خبرې، د مړي راژوندي کول او د مورزېږي ړوند بينا کول او. . .) انسانان د پوه او ځواکمن پالونکي شتون ته ورکاږي.[257]

((وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَمِنَ الصَّالِحِينَ =))

۴۶. په پاخه عمر کې د حضرت عيسی خبرې: د ((مَهد)) کلمه د هغه ځای پر مانا ده چې د نوزېږي خوب او استراحت ته يې چمتو کوي او په پښتو او پارسي کې يې نژدې مانا زانګو ده، په دې توپير چې په زانګو کې د خوځښت او حرکت مفهوم شته او مهد يو عام مفهوم لري او نوزېږي ته هر ډول ځای رانغاړي. د مريم سورت د آياتو له مخې، حضرت عيسی د خپلې زوکړې د پیل په ورځو کې خبرې وکړې. داسې یو چار چې په عادي توګه نوزېږي ته ناشونی دی او دا پخپله یوه ستره معجزه وه. په کمکي عمر کې خبرې کول يو پوره عادي چار دی او په دې آيت کې د دواړو جوخت راوړل شونې ده دې ته اشاره وي چې په زانګو کې يې د پاخه عمر په څېر خبرې کولې؛ داسې چې سنجول شوې او له منځپانګې ډکې خبرې وې او نه د ماشومانو خبرې. پردې سربېره، د حضرت عيسی په باب دا تعبير لکه چې يو ډول وړاندوينه او راتلونکي عمر ته يې اشاره ده؛ ځکه پوهېږو چې حضرت مسيح په دې نړۍ او خلکو کې زړښت ته ونه رسېد؛ بلکې په ۳۳ کلنۍ کې له خلکو ووت او الله اسمانونو ته بوت او د بېشمېره روایاتو له مخې د امام مهدي د راښکاره کېدو پرمهال به خلکو ته راستون شي او خبرې به ورسره وکړي؛ لکه چې د عمر په پيل کې يې خبرې وکړې.[258]

((قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاء إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ=))

۴۷. د موجوداتو هستونه: تر ((إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ)) جملې لاندې يې ويلي، مراد دادی، چې الله د يو څيز پنځولو لپاره وزلو ته اړتيا نلري، ان د ((شه)) جملې ويلو ته هم اړتيا نلري. له دې جملې منظور د الله تعالی د پرېکون ارادې څرګندول دي؛ په دې مانا چې په مازې الله تعالی يو څيز وغواړي او د پنځونې يې حکم وکړي؛ نو سملاسي د هستۍ جامې وراغوستل کېږي.[259]

((وَرَسُولاً إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِىءُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِـي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ =))

۴۹. تکويني ولايت: له دې آيته او له مشابه آيتونو ګټنه کېږي، چې د الله استازي او اولياء د الله په حکم او اجازه د لزوم پرمهال د خلقت او تکوين په نړۍ کې تصرف وکړي او د عادت او طبیعي بهیر پرخلاف پېښې رامنځ ته کړي؛ ځکه د ((أُبْرِئُ)) (رغوم) او ((َأُحْيِي الْمَوْتَ)) (مړي راژوندي کوم) او په څېر غونډلې – جملې يې د متکلم فعل په بڼه یادې شوي او دا یو دليل دی، چې پخپله پېغمبرانو دا ډول چارې کړي او داچې کار يې ددې چارو د عملي کولو لپاره يوازې دعا کول و او نه بل څه؛ نو دا يو بې دليله خبره ده، ددې عباراتو ظاهر دادی، چې په تکويني نړۍ کې يې تصرف کاوه او دا پېښې يې رادبره کولې؛ خو داچې څوک ونه انګېري پېغمبران او د الله اولياء خپلواک دي او د پنځون د غونډال یا نظام پروړاندې يې یو غونډال جوړ کړی او هم داچې په خلقت کې د هر ډول شرک او دوه ګون پالۍ احتمال لرې شي، په څو آيتونو ک يې پر الهي اذن ډډه وهلې ده (دوه ځل په دې آيت کې او څلور ځل د مائدې سورت په ۱۱۰ آيت کې) او له تکويني ولايته منظور، بې له دې څیزه بل څه نه دی، چې پېغمبران او امامان د لزوم او اړتیا پرمهال د پالونکي په اجازې د خلقت په نړۍ کې څه تصرفات کوي او دا تر تشريعي ولايته (له حکومتي پلوه د خلکو پالندوینه، د قوانينو خورول، سمې لارې ته بلنه او خلک پرې ورسيخول) اوچت يو څيز دی. دا څه چې وويل شو، هغوی ته یو څرګند ځواب ورکول دي چې د الهي نارينه وو له تکويني ولايته منکرېږي او يو ډول شرک يې بولي. دوی وايي چې د پېغمبرانو چار يوازې دادی چې احکام تبليغ کړي او خلک الله ته راوبلي او احياناً د ځينو تکويني چارو د کولو لپاره له دعا ګټنه کوي او تردې ډېر يې څه له وس پوره نه دي؛ خو دا آيت او په څېر آيتونه يې، بې له دې (نور څه) وايي.[260]

((رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ =))

۵۳. د مسيح علیه السلام پر رښتينتوب د حواريونو شهادت: مفسرانو د آيت ددې برخې ((فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ)) په څرګندنه کې ويلي، چې حواريونو د الله پر نازل شويو له اقرار او ايمان او د الهي لارښونو د لاروۍ په اعلان پسې ګواهي ورکړه، چې عيسی (علیه السلام) الهي وحې پوره راوررسولې او پخپله يې هم عمل پرې کړی او د خپل پېغمبر ايمان او کړه وړه يې ځان ته بېلګه کړي او ورپسې تللي. څوک چې د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛ خو الهي پېغام سم ونه رسوي يا پخپله پرې عمل و نه کړي، په عمل کې يې خپل دروغجنتوب جوت کړی؛ خو حواریونو د الهي وحې په تبليغولو او عملي کولو کې د عيسی پر صدق او رښتينتوب ګواهي ورکړه او خپل رښتین لارښود يې وګاڼه او اوامرو ته يې لاس پر نامه وو.[261]

((إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ =))

۵۵. د حضرت مسيح ژونديتوب: له قرآن حکیمي آيتونو ګټنه کېږي چې حضرت مسيح علیه السلام همدا اوس ژوندی دی. په دې آيت کې الله د توفی لفظ کارولی دی. توفی يعنې د يو څيز اخستل او مړي ته ځکه ((متوفی)) وايي، چې سا يي اخستل شوې ده. البته په دې آيت کې توفی د مړه کېدو پر مانا نه؛ بلکې پر دې مانا ده، چې الله، حضرت عيسی له یهودو واخست او ترې يې وژغوره[262]

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ =))

۶۱. مباهله؛ د اهلبيتو پر حقانيت لاسوند: مباهله؛ يعنې يو بل ته ښېرا کول. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوی: [رسول الله (ص) ته د نجران مسيحيانو يو ډله ورغله، و یې ویل: څه ته بلې؟ حضرت (ص) وويل: ((داچې ګواهي وکړئ بې له الله بل معبود نشته او زه يې استازی يم او داچې عيسی یو پنځول شوی بنده و چې خوراک، څښاک يې کاوه.)) تر ډېرو خبرو اترو روسته مسيحي ډله د حق منلو ته حاضره نشوه او دا يې و نه منله چې عيسی علیه السلام د الله يو بنده دی. دا مهال دا آيت نازل شو. رسول الله وویل: ((راشئ چې يو بل ته ښېرا وکړو که حق له ما سره و؛ نو پر تاسې دې د الله لعنت نازل شي او که حق له تاسې سره و؛ نو پر ما دې د الله لعنت راکوز شي)). و يې منله او ژمنه يې وکړه چې سبا به په يو ځای کې راغونډ شي او ښېرا به وکړي؛ خو چې خپلو مشرانو ته ورستانه شول او مطلب يې ورته ووايه، مشرانو يې وويل: که خپل قوم يې راوست؛ نو پېغمبر نه دی؛ خو که يوازې خپله کورنۍ يې راوسته؛ نو هرومرو پېغمبر دې. پر سبا يې رسول الله (ص) له علي، فاطمې، حسن او حسين (عليهم السلام) سره مباهلې ته حاضر شول، چې نصراني ډلې دا ننداره وليده، له پېغمبره يې وغوښتل چې له مباهلې تېر او اجازه ورکړي چې پر خپل دين پاتې شي او پېغمبر ته به جزيه ورکوي. رسول الله هم ورسره ومنله او ستانه شول[263]]

په يو روايت کې راغلي چې د مسيحيانو اسقف وویل: ((داسې مخونه وينم، که له خدايه د غرونو نړول وغواړي، دغسې به وکړي، بيخي مباهله ورسره مه کوئ چې هلاک به شئ او د قیامت تر ورځې به یو مسيحی هم پر ځمکه پاتې نشي[264].)) د مباهلې پېښه، پردې سربېره چې د رسول الله ځانګړې پوهه راښيي د نبي کريم (ص) د دعا اغېز هم راښکاره کوي[265]. بل مهم ټکی د ((أَنْفُسَنَا)) په لفظ کې دی، کوم تن چې ددې لفظ مصداق دی، بايد د کمالاتو او نفساني ځانګړنو له پلوه تردې بريده ورسي، چې ((نفس النبي، د پېغمبر ځان)) وګڼل شي او لکه چې وويل شول، له دې لفظه مراد، پخپله علي کرم الله وجهه دی.[266]

((قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ=))

۶۴. په دين پلورو عالمانو پس تلل په عبادت کې يو ډول شرک دی: ځينو مفسرانو د آيت تردې برخې [او له موږ دې هېڅوك د “الله” پرځای څوك پر ربوبيت نه نيسي] لاندې ويلي چې له قرآن حکیمي آيتونو ګټنه کېږي چې په کتابيانو کې یوه ډله وه چې د الله احکام يې د خپل ګټو یا تعصبونو له مخې اړول. د اسلام له نظره څوک چې اګاهانه په دغسې عالمانو پسې ولاړ شي، په دې ډول یې نمانځلي دي. دليل یې دادی چې قانون ايښوونه او د حلالو او حرامو تشريع په الله پورې اړوند ده، او چې څوک بل په دې باب اختيارمن وبولي؛ نو له الله سره يې شريک کړی دی. تردې آيت لاندې روايت شوی ((عدی بن حاتم)) چې له مسيحيت ځنې اسلام ته را اوختی و، ددې آيت تر نزول روسته د ((أَرْبَابًا)) له کلمې وپوهېده چې قرآن حکیم وايي، کتابيانو خپل ځينې عالمان نمانځل؛ نو رسول الله ته يې وويل: موږ خو مخکې بیخي خپل عالمان نه نمانځل. رسول الله وويل: ((آيا پوهېدئ چې په خپله خوښه يې د الله احکام اړول او تاسې ورپسې تلئ؟)) عدی وويل: هو، رسول الله وويل: ((دا نمانځنه ده)). اسلام، مرييتوب او انديز ښکيلاک یو ډول لمانځه بولي او چې له شرک او بوتپالۍ سره سخته مبازه کوي؛ نو له انديز ښکيلاک سره هم (چې بوتپالۍ ته ورته دی) مقابله کوي.[267]

((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَآجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنزِلَتِ التَّورَاةُ وَالإنجِيلُ إِلاَّ مِن بَعْدِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ =))

۶۵. نه يهودي او نه مسيحي: په اسلامي رواياتو کې راغلي چې د نجران يهودو او مسيحيانو د حضرت ابراهيم علیه السلام په هکله له نبي کريم (ص) سره خبرې اترې او شخړه وکړه، يهودو ويل: هغه يهودی و، مسيحيانو هم ويل: هغه نصراني و. په دې توګه هر يو ادعا کوله چې ابراهيم د دوی دی، چې ځان ته ستر امتياز جوړ کړي؛ ځکه د الله ستر پېغمبر يعنې ابراهيم علیه السلام په ټولو اديانو کې په عظمت يادېده. دا آيت نازل شو او د دوی بې بنسټه ادعاوې يې دروغ وګڼلې؛ ځکه هغه تر موسی علیه السلام او عيسی علیه السلام ډېر وړاندې وسېده او تورات و انجيل روسته نازل شوي دي؛ بلکې اسلام د الله حکم ته مطلق غاړه ايښوول د پوره او نږه توحيد منل او له هر ډول شرک او بوتپالۍ شا اړول دي، چې ابراهيم علیه السلام يې بیرغچي و.[268]

((إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَـذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَاللّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ =))

۶۸. لاروي‎؛ له الهي نارينه وو سره د اړيکې یوازېنۍ لار: په دې آيت کې دا حقيقت ويل شوی چې تر ښوونځيز اړيکې اوچته اړيکه نشته او له الهي نارينه وو او اولياء الله سره اړيکه يوازې د هغوی لاروي ده؛ نوځکه یوازې هغوی له نبي کريم (ص) او معصومو امامانو سره د اړيکو او نژديوالي ادعا کړای شي چې لاروي ترې کوي، په اسلامي رواياتو کې هم پر دې موضع ډډه وهل شوې ده. علي کرم الله وجهه وايي: ((هغوی پېغمبرانو ته خورا وړ دي چې تر نورو يې ډېر پر لارښوونو عمل کوي)) بیا علي کرم الله وجهه همدا آيت ولوست او و یې ويل: ((هغه د محمد (ص) دوست دی چې د الله حکم ومني، که څه خپل يې نه وي او هغه د محمد (ص) دښمن دی چې د الله (له حکمه) سرغړاندي وکړي، که څه نژدې خپل يې وي.[269]))

((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ =))

۷۱. د کتابيانو حق پټول: ددې آيت مضمون، د بقرې سورت په ۴۲ آيت کې هم راغلی چې وايي: ((او حق له باطل سره مه ګډوئ او (سره له دې، چې پر حقيقت پوهېږئ هم) مه يې پټوئ)) دا دواړه آيتونه کتابيان ټپسوري کوي چې حق يې له باطل سره اغږه او واقعيت يې پکې پټاوه، چې خلک بېلاري شي، په تورات او انجيل کې د اسلام رسول الله په اړه راغلي صفات يې پټ يا اړول او رښتیا او دروغ يې سره ګډول او خلک يې تېر ایستل[270]. علي کرم الله وجهه د حق او باطل د اغږلو په باب وايي: ((که حق ته د باطلو جامې نه اغوستل کېدې، د دښمنانو ژبې غوڅېدې؛ خو څه برخه له حقه او څه له باطله را اخلي او ګډوي يې؛ نو حال دا، شيطان پر خپلو دوستانو لاسبرېږي او يوازې هغوى ژغورل کېږي چې الله تعالی پرې ولورېږي[271].))

((وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لاَّ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلاَّ مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَآئِمًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ =))

۷۵. امين او خاين: دا آيت کتابيان په دوو برخو ويشي: امين او خاين. قرآن حکیم د دويمې ډلې د خيانت دليل دا باطله خبره بولي چې وايي: ((د نايهودو پروړاندې مسوول نه یو)) او هېښنده خو داچې دا خبره په الله او الهي دين پورې ورتړي. دا خبره د يهودو له فاسدې ګروهې راولاړه شوه چې خپل يهودي پر نورو غوره بولي. يهود ګروهن دي چې د نورو پر اوږو سورېدای شي او نور حق نلري چې کوشنی شان ته نيوکه پر وکړي، دغسې دوی د نورو مالونه خوړای شي؛ خو نور يې په اړه دغسې حق نلري. په حقيقت کې دوی نورو انسانانو ته د بې خولې څارويو په سترګو ويني چې هر ډول ګټنه ترې کړای شي[272]؛ همدغسې د ((إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا)) (خو داچې پر سر يې ودرېږې او پرې لاسبری او مسلط وسې) له غونډلې – جملې د يهودو د روحيې په هکله دا ټوليز او بنسټيز آر ګټنه کېدای شي چې ډېری يې داسې دي چې د نورو د حقوقو په ورکړې کې يې يوازې له ځواک او ځواکه سترګه سوځي؛ نوځکه مسلمانان له هغو د خپلو حقوقو د اخستو لپاره بې له دې بله لار نلري چې ځواکمن شي او حق ته غاړه کېدي. په منځني ختيځ کې د روستي کلونو ډول ډول پېښو دا حقيقت جوت کړ، چې نړيوال پرېکړه لیکونه، نړيوال افکار، حق، عدالت او په څېر يې د اسلام دښمنانو ته بيخي څه مفهوم نلري او دوی يوازې ځواک ته غاړه ږدي، نه نورو څيزونو ته.[273]

((إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً أُوْلَـئِكَ لاَ خَلاَقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ وَلاَ يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

۷۷. د الهي ژمنې او قسم ماتولو سزا: روايت شوی چې د رسول الله (ص) په زمانه ک د حضرموت د يو وسېدونکی او ((امرؤالقيس)) ترمنځ پر یوې ټوټې ځمکې لانجه شوه او نبي کريم ته راغلل. نبي کریم (ص) امرؤالقيس ته وويل: ((شاهد لرې چې شاهدي ورکړي، ځمکه ستا ده؟)) و یې ويل: نه. رسول الله وويل: ((په دې بڼه کې که مقابل لوری دې قسم وخوری چې ځمکه يې خپله ده؛ نو باید ځمکه ورپرېږدې.)) امرؤالقيس وويل: پر الله قسم چې په دې حال کې مې ځمکه له منځه ځي. نبي کریم (ص) وويل: ((که په واقع کې ځمکه ستا وي او په قسم يې ستا ځمکه اخستې وي له هغوی به وي چې په قيامت کې به الله ورته نه ګوري او له ګناه يې نه پاکوي او دردناک عذاب ورته دی)). حضرموتي چې دا خبره واورېده، وډار شو او ځمکه يې امرؤالقيس ته ورپرېښووه.[274]

((وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ= ))

۷۸. په الله پورې ماهرانه دروغ تړل: د ((يَلْوُونَ)) فعل د ((لیّ)) له مادې د رانغاړلو او کږلو پر مانا دی. او دلته دا تعبير د الهي خبرو په هکله يوه کنايه ده، ته وا د تورات د لوست پرمهال چې د اسلام د پېغمبر (چې د تورات په آيتونو کې يې د راښکاره کېدو زېری راغلی و) ځانګړنو ته وررسېدل، اړول يې او دا چار يې داسې په مهارت کاوه چې اورېدونکي ګومان کاوه، الهي آيتونه اوري.[275]

((مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِن كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ=))

۷۹. یوازې الله ته عبادت او خضوع: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي، يوه ورځ د نجران يهودو د راغلي پلاوي مشر ((ابو رافع)) په مدينه کې رسول الله (ص) ته ورغی او و یې ويل ایا خوښېږې، چې ودې نمانځو او د الوهيت پر مقام درته قایل شوو؟ ښايي انګېرل يې چې د مسيح له الوهيت سره د رسول الله مخالفت له دې لامله و، چې پخپله له الوهيته برخمن نه دی او که د مسيح په څېر د الوهيت مقام ومني، له خپل مخالفته لاس اخلي او ښايي دا وړانديز د نبي کریم (ص) د بدنامولو او ترې د عمومي افکارو د اړولو لپاره يوه دسيسه وه. خو رسول الله وویل: ((معاذالله، چې اجازه ورکړم، چې څوک بې له الله بل ونمانځي، الله بيخي داسې چار ته رالېږلی نه يم[276])). دا آيت، د مسيحيانو دا باطل اند ردوي چې په حضرت عيسی پورې يې تړلی چي ويلي دي: ما د الله زوی او خپل الله وګڼئ او اب، ابن او روح القدس ونمانځئ ښايي يهودو ته هم اشاره وي چې يې ويل: خدای، د موسی خدای او موسی، د هارون خدای او هارون د فرعون خدای دی. ښايي عام وي او ان هغوی هم راونغاړي چې پېغمبر او امامان د خدايي تر بريده رسوي[277]. په ټوليز ډول له دې آيته پوهېدل کېږي چې د ((غيرالله)) هر ډول نمانځنه او په تېره ((بشرنمانځنه)) د غندنې وړ ده، د ازادۍ د روحيې او د انسانانو د خپلواک شخصيت مخالفه ده؛ بلکې د الله د بندګانو هر ډول غوړه مالي هم منع ده. له علي کرم الله وجهه يو عبرتناک روايت، روايت شوی چې واقعي او روحاني څېره يې ښیي او زموږ پردې ويينې یو ګواه هم دی. هغه ورځ چې علي کرم الله وجهه د عراق يو سرحدي ښار ((انبار)) ته ورسېد؛ نو یو شمېر مشرانو د خپل دود له مخې له خپلو سورلیو راکوز شول او علي کرم الله وجهه ته يې سجده وکړه. علي کرم الله وجهه نه یوازې پردې چار خوښ نه؛ بلکې غوسه شو او و یې ویل: ((دا څه مو وکړل؟)) و یې ويل: په دې چار موږ د خپلو اميرانو درناوی کوو.

علي کرم الله وجهه وويل: ((پر الله قسم، له دې چاره مو چارواکيو ته ګټه نه ورسي او تاسې په دنيا کې ځانو نه کړوئ او په آخرت کې يې پر بدمرغئ اخته کوئ! هغه ازادي او ارامي څومره ګټوره ده، چې د دوزخ له اوره خوندیينه ورپسې وي))[278].

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ=))

۸۱. د اسلام رسول الله په هکله له پېغمبرانو الهي ژمنه اخستل شوې: دا آيت، دا ټکی څرګندوي چې ټول پېغمبران عليهم السلام له الله سره د کړې ژمنې له مخې موظف وو، که کوم الهي پېغمبر درک کړي؛ نو ايمان پرې راوړي او مرسته به يې کوي[279]؛ څرګند مصداق يې د اسلام پېغمبر دی. په دې هکله ګڼ شمېر روايات راغلي چې څرګندوي نه يوازې الله د خپله رسول الله په هکله ژمنه اخستې، د هغه د وصي په باب يې هم اخستې ده. له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوی: ((الله له هر رالېږلي پېغمبره ژمنه اخستې، چې د محمد (ص) پر نبوت او د علي کرم الله وجهه پر مشرۍ ايمان راوړي.[280]))

((قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ=))

۸۴. اسباط: د اسباط کلمه د سبط جمع او په اسانۍ د يو څيز پراختيا ته وايي. اولادونه په تېره لمسي او د یوې کورنۍ ښاخونو ته سبط او اسباط ويل کېږي[281]. په دې آيت کې له اسباط څخه مطلب، د حضرت يعقوب علیه السلام له ځوځاته پېغمبران يا د بني اسراييلو له ټبرونو پېغمبران دي لکه: داوود، سليمان، يونس، ايوب، او. . . عليهم السلام[282].

((وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ =))

۸۵. غوره دين: دا آيت، د اسلام عام مفهوم (چې حق ته غاړه ايښوول دي) خاص مفهوم (يعنې د اسلام دين) ته يې ورلېږدوي چې حق ته د غاړه ايښوو خورا پوره بېلګه ده او وايي: که څوک بې له اسلامه، بله لار (دين) غوره کړي؛ نو و به نه منل شي او د ټولو الهي اديانو په عين درناوي او محترم والي کې، اسلام د بشر نننۍ کړنلار ده. لکه څرنګه چې د دوکترا د دورې زدکړیال د بېلابېلو تحصيلي دورو (لکه لومړنۍ، منځنۍ، لېسې، ليسانس، ماستری. . . .) ويلو درسونو ته په عین احترام کې، باید يوازې د خپلې دوکترا دورې درسونه دنبال کړي او که بې له دې پر نور څه لګيا شي؛ نو زيانمن به وي او که له بې ځايه تقليد، جاهلي تعصب، توکمیزو چارو، کږنو او انګېرنو – خرافاتو سره غاړه يوسي او د اسلام دين ته شا کړي؛ نو بېشکه زیانمن به شي او د خپلې عمري پانګې په له منځه وړو به پښېمانه وي.[283]

((أُوْلَـئِكَ جَزَآؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ= ))

۸۷. پر ځېلي کافرانو د ټولو لعنت دی: لعن، په غوسه د لرې کولو پر مانا دی او ((لَعْنَةَ اللَّهِ)) يعنې الله، وګړي له خپلې لورنې لرې کوي. یعنې د الله له لورنې د وګړي لرې کونه؛ خو د پرښتو او خلکو لعنت؛ يعنې مانیزه کرکه او لرې کونه يا له الله غوښتنه چې دغسې وګړي له خپلې لورنې لرې کړي.

هو، مرتدو ظالمانو چې اګاهانه د کفر لار خپله کړې، دومره په فساد کې ډوبېږي چې ګرسره عقلمن انسانانو، پرښتو او ان د الله هم ترې کرکه کېږي[284]. شونې ده، دا پوښتنه ذهن ته راشي چې قرآن حکیم وايي، ټول خلک هغوی لعنتوي چې تر ايمان راوړو روسته کافران شوي، حال دا کافران خو هم د خلکو يوه برخه ده او بېشکه کافران خو ځانونه نه لعنتوي، په ځواب کې وايو د الهي لعنت اصل په قيامت کې رابرسېرېږي؛ ځکه په دنیا کې کافران هم د الله تر عام رحمت لاندې دي؛ خو په قيامت کې هېڅ رحمت ورته نشته او ان پخپله کافران هم یو بل لعنتوي؛ لکه چې قرآن حکیم د عنکبوت سورت په ۲۵ آيت کې د حضرت ابراهيم علیه السلام له خولې مشرکانو ته وايي: [ او (ابراهيم) وويل: ((په دنيوي ژوند كې مو د الله پرځای بوتان د خپلمنځي مينې (او اړيکو) وزله كړي، بيا د قيامت پر ورځ يو له بله منکرېږئ او يو بل لعنتوئ او اور مو هستوګنځی دی او هېڅ مرستندوی نه لرئ!)) [285]].

((لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ= ))

۹۲. د نېکچارۍ حقيقت ته په وررسېدو کې مهم لامل: ((بِرَّ)) يعنې په خير او ښه والي کې پراخي او پرېماني او دا مانا د ایمان ټول زړګنی او عملي ښه والی رانغاړي. د بقرې سورت په ۱۷۷ آيت کې راغلي: ((نېكي دا ده چې چا پر الله تعالی، د قيامت پر ورځې، پرښتو، (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپله) شتمني يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو، درويزګرو او د مريانو (محکومانو) په ازادولو کې ورکړه، پوره لمونځ يې وكړ، زكات يې وركړ او (همداراز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې، رنځوريو او د جګړى په ډګر كې زغمناک وي. همدوى رښتوني (او ويناوې يې له خپلو ګروهو سره همغږې؛) او همدوی متقیان دي.)) دې آيت ټول ښه په لنډو راوړي او د ((بِرَّ)) هر اړخيزه مانا يې څرګنده کړې ده. دا آیت ((بِرَّ)) ته د وررسېدو، رکن او ستنه دا بولي چې مؤمن دې هغه څه نفقه کړي چې خوښېږي يې او پردې ټکي د ټينګار دليل يې دا دی چې له ماله زړه کېنل خورا ستونزمن دي او چې څوک چمتو وي له خپلې شتمنۍ زړه وکني؛ نو د خوبیانو د څوکې پر لور به يې لوړ ګام اوچت کړی وي.[286]

((كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِـلاًّ لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلاَّ مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَى نَفْسِهِ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ قُلْ فَأْتُواْ بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

۹۳. په لومړیو کې بني اسرائیلو ته ټول خواړه حلال وو: دا آيت د يهودو یوه شبهه ځوابوي. کيسه داسې ده، چې الله د نساء سورت په ۱۶۰ آيت کې وايي: ((نو موږ پر يهودو يو برخه څيزونه حرام كړل چې مخكې ورته حلال ول؛ ځكه ظلمونه يې كول)) يهودو پر دې آيت نيوکه وکړه او و یې ويل: دا دروغ دي ځکه ځينې پاک خواړه لکه غوښه له پيله پر يهودو حرامه وه. قرآن حکیم په دې آيت کې ځوابوي، چې په لومړيو کې پر بني اسراييلو ټول خواړه حلال وو او روسته يې ځينې حرام شوو. یوازې حضرت يعقوب علیه السلام ځېنې خواړه – لکه د اوښ غوښه – پر ځان (نه نورو) منع کړه او د رواياتو له مخې ځکه يې نه خوړه، چې د هغه د ملا درد يې ورزياتاوه؛ خو حضرت موسی علیه السلام منع کړې نه وه.[287]

((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ =))

 ۹۶. بکه: د الله د کور ځمکه یې بکه نومولې چې مانا يې ګڼه ګوڼه، ازدحام او بېروبار دی. دا تعبير د الله په کور کې عبادت (لمونځ، طواف او. . .) ته د خلکو د ګڼې ګوڼې او بېروبار پر مانا دی.[288]

۹۶. الله لمانځنې ته لومړې کور: تردې آيت لاندې له علي کرم الله وجهه روايت شوی: ((له مکې مخکې کورونه وو؛ خو کعبه لومړی کور دی چې الله نمانځنې ته جوړ شوی.[289])) له رواياتو ګټنه کېږي چې کعبه د حضرت آدم له وخته وه او ټولو یې درناوی کاوه؛ له علي کرم الله وجهه روايت شوی: ((ايا نه پوهېږئ چې الله پاک د آدم زمانې له مخکېنيو ددې نړۍ تر روستي انسان په ځينو ډبرو وازمايه. . .[290])) په زړه پورې داچې کعبه په ټولو اديانو کې دروند مقام لري؛ لکه چې یو څېړونکي ويلي هندوان، پارسي ژبي صايبان، کلدانيان، زردشتيان، يهوديان، مسيحيان او جاهلي عرب، هر يو په ځانګړي دليل او ګروهې، کعبه محترمه ګڼلې او ارزښت يې ورکاوه.[291]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ=))

۱۰۲: د تقوی درجې: الهي تقوا د الله له عذابه د ځان ساتنې پر مانا ده او د الهي لارښوونو په لاروۍ دا موخه ترسره کېږي. دا آيت مؤمنان رابلي چې د ((تقوی حق)) (چې لوړه درجه يې ده) ولرئ. د تقوی حق؛ د الهي لارښوونو مازې اطاعت؛ پوره خضوع او عاجزي ده. د امام صادق رحمة الله علیه په يو روايت کې راغلي: ((د تقوی حق دادی چې تل د الله امر ومنل شي او سرغړاندي يې ونشي، تل ياد شي او هېر نشي، تل یې د نعمتونو شکر وايستل شي او د نعمت کفران او ناشکري يې ونشي)). په ډاګه ده چې تقوا ګڼ شمېر درجې لري او دا آيت يې لوړې درجې ته اشاره کوي؛ حال دا ډېری خلک د داسې تقوی وس نه لري؛ نوځکه الله د تغابن سورت په ۱۶ آيت کې وايي: ((تر وسې تقوی، خپله کړئ)) په رښتینه کې، دا آيت د تقوا حق درجو ته د ورسېدو (چې د آل عمران په ۱۰۲ آيت کې راغلې) لار څرګندوي. د علي کرم الله وجهه په يو روايت کې وايي: [ پر الله قسم یوازې د پېغمبر اهلبیتو، پردې آیت پوره عمل کړی. موږ الله يادوو او نه يې هېروو، موږ د الله شکر کاږو او ناشکري يې نه کوو. موږ د الله اطاعت کوو او سرغړاندي يې نه کوو] بيا علي کرم الله وجهه وويل: [ چې دا آيت نازل شو د رسول الله (ص) اصحابو وويل: موږ د تقوا حق وس نلرو؛ نو الله (تخفیف ورکړ او) دا آيت يې نازل کړ: ((تر وسې تقوی خپله کړئ))[292]]

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ=))

۱۰۳. د الله رسۍ: له قرآن حکیم او د معصومينو له رواياتو ګټنه کېږي چې له ((حبل الله)) مطلب له الله سره د اړېکې هر ډول وزله ده او که په رواياتو کې ((حبل الله)) پر قرآن حکیم او اهلبيتو تفسير شوی، دليل يې دا دی چې قرآن حکیم او اهلبيت د انسانانو او الله ترمنځ خورا مهم اړيکيز (او ارتباطي) پل دی. پاموړ خو داچې ددې چارو په هکله د ((حبل الله)) تعبير، دې حقيقت ته اشاره ده چې انسان په عادي شرايطو او بې د لارښود او روزنپوه له درلودو، د طبيعت درې په کنده، د سرغړانده غرېزو په څاه او ناپوهۍ کې به پاتې شي او له دې درې د ژغورنې او له څاه را ايستو يوې ټينګې رسۍ ته اړتیا ده چې ورونښلي او دباندې راووځي. دا ټينګه رسۍ، په قرآن حکیم له الله سره د اړيکې، د قرآن حکیم راوړونکې او د رسول الله له رښتينو ځایناستو سره اړيکې دي، چې خلک له ټيټو کجو راپورته کوي او د مانیز او توکیز (معنوي او مادي) تکامل اسمان ته يې وررسوي.[293]

۱۰۳. د جاهلي عربو د ناوړه وضعيت څنډه: الله په دې خبره (تاسې د یوې اورينې کندې پر غاړه ولاړ وئ) د جاهلي عربانو ناوړه وضعيت ته اشاره کوي، تاريخپوهانو تر بعثت وړاندې عربانو په اړه ډېرې خبرې کړې. علي کرم الله وجهه چې د رسول الله (ص) روسته د اسلامي امت خورا پوه شخصيت دی، په لنډو غونډلو – جملو کې د جاهلي عربانو وضعيت انځوروي: ((الله تعالی تعالى، حضرت محمد (ص) راولېږه چې نړيوال (له خپل څاڅ و پرغز- قهر او غوسې) وډاروي او د وحې امانتګر يې وي او بعثت يې پرداسې حالاتو کې و، چې تاسې عربو خورا ناوړه دين درلود، په خورا ناوړه کورونو کې وسېدئ، چټلې اوبه مو څښلې، خراب خواړه مو خوړل، په غارونو او تېرو تېږو کې له ګڼو زهرجنو مارانو سره وسېدئ، په ناحقه مو د يو بل وينې تويولې او له خپلوۍ مو لاس اخستى و، بوتنمانځنه درکې وه او په فساد او ګناهونو کې ډب وﺉ[294]))

((وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ =))

۱۰۹. پر هغې ورځې چې د انسان ګرسره واکونه اخستلېږي: مفسرانو د آيت ددې برخې (او ټولې لارې د الله لوري ته ورګرځولېږي) د مطلب په اړه ويلي چې له انسانانو به ټولې چارې او اختيارات واخستل شي او الله ته ورګرځو لېږي؛ لکه چې د مؤمن سورت په ۱۶ آيت کې راغلي: (([ د قيامت پر ورځ ويل کېږي: ] نن د چا واکمني ده؟ د ايکي یو قهار الله.[295]))

((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ =))

۱۱۰. غوره امت: دا آيت په انسانانو کې ټول مسلمانان غوره امت معرفي کوي. څرګنده ده چې پر نورو امتونو د مسلمينو غوراوی په دوی کې پر نکيو د امر او له بديو د منع او پر الله د رښتوني ايمان له لامله دي او مسلمانان تر هغې يو ممتاز امت شمېرلېږي چې د نېکيو پر لورې بلنې او له فساد سره مبارزې ته شا نه کړي او که داسې یې وکړل؛ نو غوره امت به نه وي. ممکن دا پوښتنه ذهن ته راشي چې ولې د همدې سورت په ۱۰۴ آيت کې پر نېکیو امر او له بديو منع د مسلمانانو د يو ځانګړي ټولي دنده بلل شوې؛ خو دا آيت يې د ټولو مسلمانانو دنده بولي. په ځواب کې وايو چې ۱۱۰ آيت وګړيز پړاو ته اشاره ده چې په خوله او زړه دا دنده ترسره کړي او په دې پړاو کې ټول مسلمانان موظف دي چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي؛ خو له منکراتو سره قانوني چلن چې کله له زور او قانون چلولو سره مل وي، د اسلامي حکومت او شرعي واکمن له دندو ځنې دی او څوک بې د شرعي واکمن له اجازې دا چار کړای نشي. په هر حال پر نېکيو امر او له بديو منع، یوه ډېره مهمه ديني دنده ده چې د ټولنې د سلامتۍ او نېکمرغۍ ضامنه ده. امام باقر رحمة الله علیه د موضوع په اهميت کې وايي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع، ستره الهي فریضه ده چې له لارې يې نور فرایض عملي کېږي، پر نېکيو د امر او له بديو د منع په مټ لارې امن کېږي، د خلکو کسب و کار، حلال او د وګړیو حقوق خوندي کېږي او تر سيورې لاندې یې ځمکې ابادېږي او له دښمنانو کسات اخستل کېږي او په رڼا کې يې ټولې چارې سمېږي.)) علي کرم الله وجهه هم ددې ديني دندې په اهميت کې وايي: ((ګرسره نېکې چارې او د الله په لار کې جهاد، پر نېکيو د امر او له بديو د منع ترڅنګ؛ لکه په څپاند او پراخ سمندر کې د يو څاڅکي اچول دي.)) بايد پوه شو، چې پر نېکيو امر او له بديو منع د انسانانو له الله ورکړې آزادۍ او اختيار سره څه ټکر نلري او په حقيقت کې له ازادۍ سره د انسانانو د نېکمرغه ژوند ضامن دی. نبي کريم (ص) دا ټکی خورا ښکلې انځور کړی: ((په خلکو کې ګناهګار د هغه چا په څېر دی چې له يو ټولي سره په بېړۍ کې سور شي او چې د سمندر منځ ته ورسي؛ نو تبر راواخلي او د بېړۍ د هغه ځای په سوري کولو لاس پورې کړي چې ورباند ناست دی، که نيوکه پرې وشي په ځواب کې وايي، زه خو په خپله برخه کې تصرف کوم، که نور يې له دې خطرناک کاره منع نه کړي؛ نو ډېر وخت به لا تېر نه وي، چې د سمندر اوبه به په بېړۍ کې راننوځي او ټول به يو ځای په سمندر کې ډوب شي)) نبي کریم په دې زړه پورې مثال، پر نېکيو د امر او له بديو منع د دندې منطقي توب انځوروي او پر ټولنه د وګړي څارنه يو طبيعي حق بولي چې د برخلیکونو له پيونده راولاړه شوې ده.[296]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ=))

۱۱۸. مسلمانان دې خپلې خوالې کافرانو ته نه رابرسېروي: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې یو شمېر مسلمانانو له يهودو سره د خپلوۍ، ګاونډيتوب، رضاعي توب يا له اسلامه وړاندې د کوم تړون له لامله دوستۍ درلودې او دومره سره خواږه او صميمي ول چې د مسلمانانو رازونه يې ورته ويل او په دې توګه يهود قوم (چې د اسلام او مسلمانانو سرسخت د ښمنان ول او په ظاهره يې ځانونه د مسلمانانو دوستان ښوول) د مسلمانانو له رازونو خبرېدل. دا آيت نازل شو او و یې ګواښل داچې يهود ستاسې پر دين نه دي؛ نو نه ښايي چې خپل رازونه وربرسېره کړئ؛ ځکه هغوی ستاسې په هکله له هېڅ شر او فساده لنډون نه کوي او غواړي چې تل په کړاو او عذاب کې وسئ.[297]

((وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّىءُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

۱۲۱. له مشرکانو سره د مسلمانانو دويمه جګړه: د ويينې آريز چورلیځ له دې آيته او په څو ورپسې آيتونو کې د احد غزا ده، په بدر غزا کې مشرکانو د اسلام له کوشني لښکره ماتې وکړه، بیا مشرکانو د کسات اخستو هوډ وکړ او پر درېيم لېږديز سپوږميز کال يې يو ستر لښکر چمتو کړ چې درې زره سواره او دوه زره پلي پکې وو، د مدينې پر لور د رسول الله او مسلمانانو د منځه وړو په موخه ور روان شول. رسول الله ددې خبر تر اورېدو روسته مسلمانان راغونډ کړل او د جګړې د ځای په باب يې سلا مشوره ورسره وکړه. ځينې ددې پلويان وو چې مسلمانان په ښار کې پاتې شي او په تنګو کوڅوکې وجنګېږي؛ ځکه په دې حال کې ان بوډاګان او ښځې هم په جګړه کې ګډون کړای شي. ځينې له ښاره بهر د جګړې پلویان وو. په پایله کې هوډ ونيول شو چې جګړه دې له ښاره بهر وشي. ورپسې رسول الله (ص) له څو تنو سره ووت چې مسلمانانو ته غونډ وټاکي. دا آيت همدې مطلب ته اشاره لري. په هر حال رسول الله له زرو تنو سره له مدینې ووت چې درې سوه تنه يې د عبدالله بن ابي په مشرې له مدینې دباندې جګړې په پلمه په هماغه پیل کې ترې بېل شول چې يوازې د مسلمانانو اوه سوه تنیز لښکر د مشرکانو له پینځه زریز لښکر سره مقابلې ته پاتې شو. داچې د دواړو لښکرو د مخامخېدو ځای د احد غره ترڅنګ و، رسول الله عبدالله بن جبير (رض) له پنځو سو تنو ځيرکو غشي ايشتونکيو سره موظف کړل چې د غره په کنډو کې سنګر ونيسي او په ټينګار يې سپارښتنه ورته وکړه چې په هر حال کې به خپل سنګر نه پرېږدئ او د لښکر شا وساتۍ د جګړې په پيل کې مسلمانانو پر مشرکانو ښه غلبه وکړه. په کنډو کې ناستو چې دا وضعيت وليد؛ نو ډېرو يې د جنګي غنايمو په تمه، سنګر پرېښود او راکوز شول. دا مهال د خالد بن وليد په مشرۍ د مشرکانو په کمين کې ناسته يو ډله له غره راتاوه او له شا يې د اسلام پر لښکر يرغل وکړ او دا مهال جګړه مغلوبه شوه او بريا د مشرکانو پر خوا شوه. ډېری مسلمانان وتښتېدل او يو ډېر لږ شمېر چې په سر کې يې علي کرم الله وجهه د رسول الله په ساتنه لګيا شوو. په دې توګه مسلمانانو د رسول الله (ص) له يوه امره د يوې ډلې د سرغړاندۍ له لامله ماتې وکړه، اویا تنه يې شهيدان او زيات شمېر يې ټپيان او مدينې ته راستانه شوو.[298]

((إِذْ هَمَّت طَّآئِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلاَ وَاللّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ =))

۱۲۲. دوه ټبرونه چې نژدې و ناغېړي وکړي: د تاريخ د روايت له مخې هغه دوه ډلې چې په دې آیت کې اشاره ورته شوې ((بنو سلمه)) د اوس له ټبره او ((بنوحارثه)) د خزرج له ټبره وې. په جهاد کې يې د هوډ دلیل دا و، چې په ښار کې دې جګړه وشي او رسول الله يې له نظر سره مخالفت کړی و. پردې سربېره لکه چې وويل شو، عبدالله بن ابي له درې سوو تنو يهودو سره چې د اسلام له لښکر سره يوځای شوي ول، مدينې ته ځکه راستانه شول چې رسول الله يې د اسلام په غونډ پاتېدو کې مخالفت وکړ او همدې موضوع، د مسلمانانو هغه دوه ډلې په خپل چار کې ټکنۍ کړې؛ خو له آيته ګټنه کېږي چې دوی له خپل هوډه واوړېدې او له مسلمانانو سره همکارۍ ته يې دوام ورکړ.[299]

((وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =))

۱۲۳. د پرښتو مرسته: په بدر غزا کې مسلمان د کفارو په پرتله لږه کي او کمزوري وو. د تاريخ د روايت له مخې، مسلمانان ۳۱۳ تنه وو چې یوازې څو توري او اسونه يې درلودل؛ خو مشرکان نژدې زر تنه او پوره وسلوال وو. له مسلمانانو سره د الله مرسته دا وه: د کافرانو په زړه کې يې ډار وغورځاوه، د مؤمنانو زړونه يې پياوړي کړل او. . . د مؤمنانو مرستې ته يې پرښتې راولېږلې[300]. د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه کېږي چې د پرښتو آریزه دنده دا وه چې په جګړه کې د مسلمانانو روحيه پياوړې کړي.[301]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =))

۱۳۰. د سود (ګټې) سوکه منع: له ټولنيزو کږلېچونو سره د قرآن حکیم مبارزاتي دود دا دی چې په پيل کې د فاسد عمل د زيانونو په هکله په سوکه ټولیز آند روښانوي او بيا يې پرېکنده تحريم اعلانوي په تېره په هغو ځايونو کې چې په ټولنه کې ګناه پراخه او ډېره شي. ربا په جاهلي عربانو کې یو سخت ټولنيز فساد و چې د ډېرو بدمرغيو سرچينه وه؛ نوځکه قرآن حکیم يې د منځه وړو لپاره څلور پړاوونه ښوولي:

۱ ـ لومړی د روم سورت په ۳۹ آيت کې د ربا په هکله په يو اخلاقي پند قناعت شوی: ((او څه چې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله پروړاندې نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.))

۲ ـ د نسا سورت په ۱۶۱ آيت کې د يهودو پر غلطو دودونو د نيوکې په ترڅ کې د هغوی د سود خورۍ ناوړه عادت ته اشاره شوې او وايي: ((او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.))

۳ ـ د بقرې سورت له ۲۷۵ آيته تر ۲۷۹ آيته په سخته هر ډول سودخوري منع اعلان شوې او له الله او رسول الله سره يې د جګړې په څېر ښوول شوې ده.

۴ ـ په دې آيت کې په ډاګه د ربا د تحريم حکم ياد شوی؛ خو يوازې د ربا سخت او فاحش ډول ته يې اشاره کړې. له فاحشې ربا مطلب دا دی چې پانګه د ربا په بهير کې په تصاعدي بڼه ډېره شي؛ يعنې سود په لومړي پړاو کې له خپله پانګې سره يوځای شي او په ټول کې ربا شي او په دې توګه، په هر پړاو کې، ګټه پر پانګې سربېره؛ نوې پانګه رادبره کوي او په لږه موده کې د ګټې په راغونډېدو د پوروړي ټول پور د اصلي پور څو ځل ډېرېږي او پوروړی بيخي له پښو غورځوي. له رواياتو او تاريخونو ګټنه کېږي چې د جاهليت په زمانې کې دود و که پوروړي به په خپل وخت کې پور ورکولای نشو؛ نو له پور غوښتونکي (طلبکار) يې غوښتل چې سود او پور دې دواړه د نوې پآنګې په توګه په پور ورکړي او سوددې يې واخلي. زموږ په پېر کې هم دا ظالمانه سود خوړل پرېمانه دي[302]. له رسول الله (ص) روايت شوی: ((الله د سود خور خېټه دومره د جهنم له اوره ډکوي چې څومره يې خوړلی دی او که له ربا يې څه شتمني ترلاسه کړه، الله يې يوه کړنه هم نه مني او تر هغې د الله او پرښتو يې پرې لعنت وي چې يو قيراط ربا ورسره وي.[303]))

((وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ =))

۱۳۳. آيا جنت او دوزخ همدا اوس شته؟: شونې ده چې د آيت په لوستو دا پوښتنه رامخې ته شي چې ايا همدا اوس جنت و دوزخ پنځول شوي او بهرنی شتون لري يا روسته د خلکو د کړنو په رڼا کې رادبرېږي او هم دې ته په پامنیوي چې قرآن حکیم واي ((جنت د اسمانونو او ځمکې هومره پراخ دی))؛ نو جنت چېرې دی؟ ډېری اسلامي پوهان آياتو او رواياتو ته په پامنيوي ګروهن دي چې همدا اوس جنت او دوزخ شته او د همدې نړۍ په باطن او دننه کې دي. موږ دا اسمان، ځمکه او بېلابېل کرات په خپلو سترګو وينو؛ خو هغه عوالم نه وينوو چې ددې نړۍ په خېټه کې دي او که بل ډول ليده او درک مو درلودای همدا اوس مو ليدای شول؛ لکه ډېری څپې چې په پينځګونو حواسو درک کېدای نشي؛ خو په ځانګړو اخستونکيو غونډالو ښه درک کېږي. ځينو ددې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د آخرت نړی، جنت او دوزخ پردې نړۍ راچاپېروي او دا نړۍ يې په خېټه کې ده او لکه د جنين په څېر له خپل چاپرياله ناخبره دی، موږ هم له خپل راچاپېره نړۍ ناخبره يوو او داچې انسان بې له اسمان او ځمکې پراخ بل څه نه ويني چې د سنجونې کچه یې شي؛ نو قرآن حکیم د جنت پراخي او عظمت د اسمانونو او ځمکې له پرخوالي سره ورته کړی؛ لکه چې د مور په زيلانځ کې له ماشوم سره خبرې کول وغواړو؛ نو بايد په داسې منطق او ادبياتو خبرې وکړو، چې په هغه چاپېريال کې پرې پوه شي[304]. په هر حال، جنت دومره ستر دی چې له امام صادق رحمة الله علیه روایت شوی: ((د جنت ښه بوی له زرکاله واټنه بوی کوي او که ټول پېريان او انسانان د هغه په کور کې مېلمانه شي چې د جنت په ټيټه درجه کې وي؛ ڼو ټول به په خوندور خوراک څښاک ونازوي او له ورسره څیزونو به يې څه نه کمېږي[305])). هو، ټول نړيوال د يو جنتي په کور کې ځايېږي؛ ځکه کور يې د کيهاني نظام هومره پراخ دی؛ نه داچې ټولو جنتيانو ته د ټول جنت پراخوالی د اسمانونو او ځمکې هومره وي؛ بلکې د هر مؤمن د جنت پراخوالی د کيهاني نظام د پراخوالي هومره دی. ايا عقلمن انسان کله هم دې ته چمتو کېږي چې هغه باعظمته نړۍ له لاسه ورکړي او دا ټيټه نړۍ واخلي[306]؟

((وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ =))

۱۳۵. د شيطان د دسيسې خنثی کوونکی: له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوی: ((چې کله دا آيت نازل شو او توبه کارو ګناهګارانو ته يې په الهي بښنې زیری ورکړ؛ نو ابليس سخت خپه شو او په لوړ غږ یې خپل ټول یاران راټول کړل، يارانو يې د راغونډېدو دليل وپوښت، ابليس ددې آيت له نازلېدو تشويش ښکاره کړ. يو يار يې وويل: زه به انسانان دې او هغې ګناه ته رابلم او ددې آيت اغېز خنثی کوم. ابليس يې وړانديز ونه مانه بل هم وړانديز وکړ، چې و نه منل شو. په دې ترڅ کې د وسواس خناس په نامه پوخ شيطان وويل: زه به دا ستونزه هواره کړم. ابليس وويل: په کو مې لارې چارې؟ و یې ويل: د آدم اولاد د ژمنو او هيلو په ګناه ککړوم او چې په ګناه اخته شول، د الله ياد او ورته ستنېدا يې له يادونو اوباسم، ابليس وویل: همدا لار ده او د نړۍ تر پايه يې دا دنده وروسپارله[307]))

۱۳۵. پر ګناه ټنیګار؛ له استغفار سره اړخ نه لګوي: د آيت دا برخه ((او پر خپلې ګناه ټینګار نه کوي)) دا ټکی روښانوي چې پر ګناه ټینګار او له الله بښنه غوښتل بيخي يو له بل سره اړخ نه لګوي. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوی: ((چې څوک پر ګناه ټينګار کوي او په عين حال ک استغفار هم کوي؛ نو د ملنډو وهوونکې په څېر دی[308])) همدغسې روايتوي: ((پر کوشنۍ ګناه ټينګار نوره کوشنۍ نه ده او ستره ګناه په بښنې غوښتو؛ نوره ستره نه ده[309]))

((وَلِيُمَحِّصَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ =))

۱۴۱. د روزګار بټۍ؛ مؤمنان نږه کوي: تمحيص – چې د ((يمحص)) فعل ترې اخستل شوی – له دباندې ورګډ شوي، د يو څيز د نږه کولو پر مانا دی. الله په دې آيت کې څرګندوي چې د زمانې څرخ (او داچې کله د انسان پر ګټه او کله يې پر تاوان وي) يوه پايله داده، چې مؤمنان له چټليو او ورګډ شويو څيزونو پآک او نږه کوي[310]. په ډېری رواياتو کې هم راغلي چې د روزګار ستونزې او سختۍ له تېرو ګناهونو د مؤمنانو د پاکۍ لاملېږي. د علي کرم الله وجهه په يو روايت کې لولو: ((کوم بنده چې موږ له کوم چاره منع کړی وي؛ خو و يې وکړي؛ نو الله يې تر مرګ وړاندې پر داسې کړاو خته کوي، چې ګناه يې پاکه شی.)) امام ورپسې ځينې اقتصادي، ځاني او. . کړاوونه يادوي او وايي: ((دا کړاوونه له دې لامله دي، چې له الله سره د لیده کاتو پرمهال هېڅ ګناه ونلري او شونې ده چې له مؤمنه داسې ګناه پاتې وي چې په دې حال کې به يې د ساه ورکول سخت وي[311].))

((أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ= ))

۱۴۲. له الهي ازمېنو د سر لوړۍ مزدوري: قرآن حکیم کريم په دې آيت او نورو آيتونو کې ويلي چې يوازې په خولې د اسلام ښکاره کول بسيا نه دي او جنت ته د ورننوتو او ابدي نېکمرغۍ ته د وررسېدو لپاره لازم دي چې مسلمانان وازمېل شي او رښتوني مجاهدين له دروغجنو منافقانو جلا شي[312]. بايد پام مو وي چې الهي ازمېنې، روزنېز اړخ لري؛ يعنې لکه چې سره په بټۍ کې په اور نږه کوي او يا پوځيانو ته په سختو کارونو د مقاومت تمرين ورکوي چې په راتلونکي کې ښه فعاليت وکړای شي، په دې توګه الهي ازمېنې هم انسانان، مقاوم، پوه او نږه کوي. لنډه داچې الهي ازمېنې د روح او جسم د بشپړتيا او پالنې وزله ده[313]. هو، دا د الله قانون دی چې د وګړيو، حقيقت او باطن په ډول ډول ازمېنو نغتوي او ډېر شوي چې الله په يوه بنده، زرګونه تنه ازمېښتوي. د بېلګې په توګه، د یو تن په شتمنېدو، مېرمن، اولادونه، خپلوان، دوستان، دښمنان، ګاونډيان او ډېری نشتمن ازمېښتېږي او پخپله هم ازمېښتېږي چې ايا د خپلې شتمنۍ شکر کاږی، نفقه ترې ورکوي که نه[314].

((وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلاً وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ=))

۱۴۵. وګړپالي منع ده: د جګړې په ډګر کې ډنډورې او د دروغو اوازې خورول د روحيې د کمزورۍ يو اغېزمن لامل دی او مشرکانو د احد غزا په ترڅ کې دا وزله وکاروله[315] او حال دا، د مسلمانانو او بوتپالو ترمنځ د جګړې لمبې ژبغړاندې وې، ناڅاپه غږ شو: محمد (ص) مې وواژه. . . . ډېری مسلمانان ترهور شول او په بيړه يې له جګړې پښې سپکې کړې؛ خو يو سرښندونکي لږه کي لکه علي، ابودجانه، طلحه او نور (رضی الله عنهم) پاتې کسان څوار – استقامت ته رابلل. په دې هکله دا آيت نازل شو چې لومړۍ ډله يې غندلې. وګړپالي يو ستر خطر دی چې موخيزې مبارزې ګواښي. په يو ټاکلي وګړي پورې تړاو، که څه خاتم رسول الله وي، مفهوم يې دادی چې د نوموړي وګړې په له منځ تلو د پرمختګ لپاره د هڅو پای ته ټکې ايښوول دي او دا تړلتیا او وابستګي د ټولنېزې ودې د نه درلودلو یوه ښکاره نښه ده.[316]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوَاْ إِن تُطِيعُواْ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُواْ خَاسِرِينَ= ))

۱۴۹. د کافرانو منل؛ تېر کفر ته ستنېدا ده: له دې آيته او ورپسې څو آيتونو ګټنه کېږي د احد تر غزا روسته چې ځينې کفار له مؤمنانو سره مخېدل؛ نو ورته يې په پسته خوله ويل له کفارو سره جګړه يوه تېروتنه وه او په ټوليز ډول له کافرانو سره جګړه سمه نه ده او په راتلونکي کې نه ښايي چې جهاد ته ورګډ شي. لنډه داچې داسې خبرې يې ورته کولې چې په مسلمانانو کې درز واچوي او کېدای شي چې د همدې سورت ۱۷۳ او ۱۷۵ آيتونه همدې موضوع ته اشاره ولري؛ ځکه په دې آيتونو کې هغه خبره شوې چې مؤمنان د شيطان او شيطان صفتو له لوري جهاد نه کولو ته هڅول شوي دي. الله په دې آيت کې مؤمنانو ته ګوتڅنډنه کوي که د کافرانو د خبرو تر اغېز لاندې راغلئ؛ نو پر څټ به وګرځۍ او د کفر او شرک لمنې ته به ورستانه شئ.[317]

((سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُواْ بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ=))

۱۵۱. د احد تر غزا روسته د کافرانو ډار: مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي د احد جګړې لمبې چې کېناستې او مشکران مکې ته روان شول؛ نو دلته ابوسفيان مشرکانو ته وويل: بدچار مو وکړ، چې پاتې مسلمانان مو ژوندي پرېښوول؛ راځئ چې وروګرځوو او بیا پر مدینې بريد وکړو او پاتې يې هم ووژنو. چې دا هوډ یې وکړ؛ نو الله يې په زړونو کې هېښنده ډار وروغورځاوه او له ځانونو سره يې وويل: محمد د احد وژل شويو د کسات اخستو هوډ لري او لښکر چمتو کوي او موږ ذليلوي؛ نو له خپل هوډه واوړېدل. (اطيب البيان، ۳: ۳۸۹ مخ) په ګڼو رواياتو کې لولو چې رسول الله(ص) ويل: ((يوه ځانګړنه چې الله راکړې دا ده، چې د دښمنانو په زړونو کې په ډار اچونې مې بريالی کوي)) دا موضوع په جګړو کې د بريا يو مهم لامل (يعنې د پوځيانو روحيې) ته اشاره کوي چې نن ډېره د پاموړ ده. څومره چې په بريا کې د پوځيانو روحيه اغېز لري، شمېر او وسلې يې نلري. اسلام دا روحيه په خپلو مجاهدينو کې د ايمان د روح په پياوړتيا، له جهاد سره په مينې پر شهادت وياړنې او پر ځواکمن الله په ډډې وهلو یې په خورا ښه بڼه پالنه وکړه؛ حال دا، د بوتپالو روحيه ځکه کمزورې وه، چې پر بې سا بوتانو يې ډډه وه، پر معاد او له مرګ روسته ژوند يې ګروهه نه درلوده، کږنو او انګېرنو – خرافاتو يې اندونه چټل کړي وو او پر مشرکانو د مسلمانانو د بريا يو اغېزمن لامل همدا د روحیه و توپیر و.[318]

((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ =))

۱۵۲. د رسول الله په لارښوونو پسې نه تلل د ماتې لاملېږي: لکه چې په تاريخ کې راغلي د کو مې ورځې پر ګهيځ چې مسلمانان د غره بیخ ته ورسېدل؛ نو رسول الله عبدالله بن جبير(رض) له پنځو سو تنو ماهرو غشي ايشتونکيو سره موظف کړ چې د غره په کنډو کې سنګر ونيسي او په ټینګار يې سپارښتنه ورته وکړه چې په هر حال به سنګر نه پرېږدئ او د لښکر شا به ساتۍ او و یې ويل ان که موږ دښمن تر مکې تعقيب کړل يا موږ دښمن تر مدينې شاتګ ته اړ کړو؛ بيا هم خپل سنګر خوشې نه کړئ؛ خو چې د اسلام پوځ، د کفر لښکر پر شا وتمباوه، په سنګر کې ځينو غشي ايشتونکيو د ولجو د راټولو پر تمه، خپل سنګر پرېښود او چې څومره عبدالله بن جبير(رض) له دې کاره منع کړل؛ غوږ يې کېنښود. په دې موقع کې خالد بن وليد له دوو سوو تنو پوځيانو سره په کمين (څارځي) کې ناست و، له غره راکوز شو او له کنډوه يې د اسلام پر لښکر بريد وکړ. د عبدالله بن جبير (رض) او په سنګر کې د څو تنو پاتې مجاهدينو څوار – مقاومت څه چارسازی نشو او ګرسره شهيدان شوو. د خالد بن وليد په مشرۍ پوځيانو د سلام پر لښکر غلچکی بريد وکړ او غافلګير يې کړل او له همدې لامله د جګړې برخليک اپوټه او مسلمانانو ماتې وکړه او د جګړې له ډګړه وتښتېدل. الله په دې آیت کې وايي. هغه ژمنه رښتيا وه چې مسلمانانو تر جګړې وړاندې له رسول الله اورېدلې وه؛ خو پخپله يې واړوله تر هغې يې چې د رسول الله پر لارښوونو له عمل او استقامته لاس اخستی نه و، بري دوام درلود او هله يې ماتې وکړه چې سرغړاندي يې خپله کړه[319].

((ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّن بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُّعَاسًا يَغْشَى طَآئِفَةً مِّنكُمْ وَطَآئِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ الأَمْرِ مِن شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنفُسِهِم مَّا لاَ يُبْدُونَ لَكَ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ مَّا قُتِلْنَا هَاهُنَا قُل لَّوْ كُنتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَى مَضَاجِعِهِمْ وَلِيَبْتَلِيَ اللّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحَّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ= ))

۱۵۴. د احد غزا په ورپسې شپه: د احد غزا په ورپسې شپه، يوه دردناکه او له اندېښمنۍ او تشويشه ډکه شپه وه. مسلمانانو وړاندوينه کوله چې د قريشو سوبمن پوځ بيا مدينې ته راګرځي او د مسلمانانو روستي مقاومت ځپي. ښايي څه نا څه د بوتپالو د راستنېدا له هوډه خبر شوي وو او که راستانه شوي وای؛ نو بېشکه د جګړې خطرناک پړاو پيلېده. په دې ترڅ کې رښتينو مجاهدینو او هغو توبه ګارانو چې د احد له تېښتې پښېمانه وو او د الله پر رحمت او لورنې ډاډمن وو او د راتلونکي په هکله يې د رسول الله پر ژمنو زړه خوشحال وو؛ نو ددې عام تشويش او ډار په ترڅ کې (چې جګړېزې جامې یې پر تن او وسلې ورسره وې) ارام او اسوده ويده شول؛ خو منافقانو، سست ايمانو او ډارنو ټوله شپه په تشويش ويښه تېره کړه او په نه زړه يې د حقيقي مؤمنانو پاسوالي کوله دا آيت د هغې شپې پېښه تشريح کوي[320].

۱۵۴. د ځينو مسلمانانو په اذهانو کې د شرک لړلیو اندنو پاتې شوني: مفسرانو د آيت ددې برخې ((د الله په هکله يې د جاهليت پېر په څېر ناسم ګومانونه کول)) په باب ويلي چې ځينو نويو مسلمانان شويو چې د قرآن حکیم په وينا ((يوازې د ځان په فکر کې وو)) له اسلام وړاندې ګروهن وو چې هر څيز (لکه رزق، روزي، ژوند، مرګ، مينه، جګړه، انسانان، ځمکه سمندرونه او. . .) ځان ته رب، مدبر او پالونکی لري چې الله په هغه څيز پورې اړوند چارې پوره ورپرېښي چې دوی په خپلو ارادو کې ناماتي دي او چې څه غواړي هماغه کېږي. بوتپالو دا خدايان ځکه نمانځل چې نېکمرغي يې پر برخه شي، له ځانه بدي او چټلي لرې کړي او الله يې هم ددې اربابانو رب او يو ستر پاچا ګاڼه چې د خپلو مخلوقاتو هره ډله يې خپل يو ستر مخلوق ته ورسپارلې او پوره واک او اختيار يې ورکړی چې د خپل واک په حدودو کې هر چار کړای شي. چې کله دې مشرکانو ايمان راووړ، ګومان يې کاوه چې حق دين په ظاهري پرمختګ او رسول الله هم په خپله بلنه کې ماتې نخوري يا داچې وژل کېږي نه او نه مري. دا انګيرنې يې له هماغه جاهلي انده راولاړېدې چې الله ته يې سيالان ګڼل چې يو يې رسول الله و او رسول الله يې هغه رب ګاڼه چې الله پر دښمن بريا او ولجې ترې ترلاسه کول، پخپله ده ته ورپرېښي؛ حال دا پوهېږو، الله ايکي يو دی او هېڅ سیال او شريک نلري او ټولې چارې يې په خپل لاس کې دي او هېڅوک له ځانه څه واک او اختيار نه لری؛ نوځکه د دغسې چټل اند په ځواب کې په آیت کې راځي چې: ((ټولې چارې (او برياوې) د الله تعالی په لاس كې دي[321]))

((وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ= ))

۱۵۷. د الله په لار کې وژل کېدل: دا آيت د الله په لار کې د هر سفر لپاره دی؛ لکه د الله په لار کې جهاد یا د ديني علومو زده کړې، حج او زيارت ته مسافرت؛ لکه چې قرآن حکیم د نسا سورت په ۱۰۰ آيت کې وايي: ((او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن] ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛ نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى[322]))

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ=))

۱۵۹. د رسول الله (ص) ښه خوی: ددې آيت يو غټ ټکی دادی چې د رسول الله (ص) ښو خويونو ته يې اشاره کړې، چې د نبي اکرم (ص) له معجزو ځنې ده چې فکر او عقل يې پر حقيقت پوهېدای نشي او نه يې بيانولای شي. په رښتيا د اسلام د پرمختګ يو آريز علت د نبی کريم (ص) ښه خوی و؛ لکه چې ويلي يې دي درې څيزونه د اسلام د پرمختګ لامل شول؛ د حضرت خدیجې (رضی الله عنها) شتمني، د علي کرم الله وجهه توره او د نبي کريم (ص) ښه خوی. علي کرم الله وجهه چې رسول الله ته خورا نژدې و؛ رسول الله داسې راپېژني: ((چې څوک غور کوي او د حقيقت موندلو په لټه کې وي؛ نو د نبي کريم (ص) په ښو خويونو او سمو حالاتو کې کتنه ورته بسيا او څرګند دليل دی؛ (ځانګړنې يې) لکه: زغم: ورين تندی، عاجزي، تواضع، له ګناهګاره سترګې پټول، پر نشتمنو لورنه، د بېوزلو ملاتړي، د کړاوونو زغمل، د غوره ځانګړنو راغونډول، په دنيا کې زهد (سره له دې چې دنيا ورته مخه کړې وه) له دنيا يې ډډه کوله (سره له دې چې د دنيا ورته پام و) خورا سخي او ميړني و، خپله ورځ يې په لوږه تېروله او له سختې لوږې يې پر خيټه تېږه تړله او د نورو بلنه يې منله او د مريانو په څېر يې خواړه خوړل او په ولس کې د خلکو په څېر يو تن و او دومره عبادت يې وکړ چې پښې يې وپړسېډې او نور ښه خويونه يې پای ته نه رسي او د شمېرلو وړ نه دي او غوره ځانګړی يې پټېدای نشي[323]))

۱۵۹. سلامشوره: مفسرانو د آيت په دې برخه (او په چارو کې ورسره مشوره وکړه) کې ويلي، دا لارښوونه ددې لامله ده، چې رسول الله(ص) تر احد غزا وړاندې له خپلو يارانو سره له دښمن سره د مقابلې د څرنګوالي په باب سلامشوره وکړه او د ډېرو نظر دا شو، چې د احد په لمن کې دې جګړه وشي؛ خو د ځينو دا نظر خوښ نه و. دلته ډېرو ته دا فکر ورغي چې نه ښايي رسول الله(ص) په راتلونکي کې له چا سره سلا مشوره وکړي، قرآن حکیم دا کړندود ځوابوي او امر کوي چې بيا هم سلا مشوره ورسره کوه؛ که څه په ځينو ځايونو کې د مشورې پايلې ګټورې نه وي؛ ځکه په ټوليز ډول د مشورې ګټې تر زيانونو يې خورا ډېرې دي او د وګړي، ټولنې او د دوی د شخصيت د لوړولو لپاره چې پکې کوم اغېز دی، تردې ټولو لوړ او اوچت دی. په ټوليز ډول اسلام مشورې ته ځانګړې اهميت ورکوي، نبي کريم (ص) له وحې سره پر اړيکې درلودلو سربېره پياوړی فکر درلود او مشورې ته يې اړتيا نه درلوده؛ نو ددې لپاره چې مسلمانان د شورا اهميت ته ورځیر او د ژوند بنسټېزه کړنلار يې کړي او هم وګړي له اندیز پلوه وروزي؛ نو د مسلمانو په ټولیزو چارو کې يې – چې د قوانينو د پلي کېدو اړخ يې درلود او نه د قانون ايښوونې- سلامشوره ورسره کوله او په تېره د نظر خاوندانو رای ته په ځانګړي ارزښت قايل و. نبي کریم (ص) د مشورې په اهميت کې وايي: ((چې چارواکي مو نيکان وي او شتمن مو سخيان او چارې مو په مشورې وي؛ نو دا مهال د ځمکې مخ درته تر ځمکې لاندې غوره دی (يعنې د ژوند وړ ياست)؛ خو که چارواکي مو بدان، شتمن مو کنجوس وي او په چارو کې سلامشوره نه کوئ؛ نو په دې حال کې تر ځمکې لاندې د ځمکې تر مخ درته غوره دی[324]))

((وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ=))

۱۶۱. دنيا غوښتنه؛ په احد غزا کې د مسلمانانو د ماتې دلیل: ځينو مفسرانو ويلي چې دا آيت د احد د ځينو جنګياليو بې بنسټه پلمې ځوابوي. توضیح داچې په کنډو کې ځينو غشي ايشتوونکيو د ولجو راټولو په موخه سنګر پرېښود او بولندوی يې ورته امر کاوه چې له خپل ځایه مه خوځېږئ، رسول الله (ص) به مو له ولجو بې برخې نه کړي؛ خو دې دنيا پالو د خپلو واقعي څېرو د پټولو لپاره وويل ډارېږو چې د ولجو په وېش کې به له پامه ولوېږو؛ نو باید پخپله يې ترلاسه کړو. دا يې وويل او سنګرونه يې پرېښوول او د ولجو په راغونډولو پسې شول او هغه دردناکه پېښه يې رامنځ ته کړه[325].

((وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ=))

((فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ=))

((يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ =))

۱۶۹ تر ۱۷۱. د شهيد مقام او عظمت: له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوی چې دا آيتونه د بدر او احد د شهيدانو په هکله نازل شوي. په يو روايت کې راغلي، الله د احد شهيدان وپوښتل: څه هیله لرئ؟ و یې ويل: پالونکيه! موږ به تردې څه لوړې هيلو لرو چې ستا په تلپاتې نعمتوو کې ډوب او د عرش په سيوري کې دې مېشت یوو؟ یوازېنۍ غوښتنه مو دا ده، چې بیا دنیا ته ورشو او بیا دې په لار کې شهیدان شوو. الله وويل: پرېکنده حکم مې دادی چې څوک به دويم ځل دنيا ته نه ورستنېږي. و یې ويل: چې داسې ده؛ نو غوښتنه مو دا ده چې سلامونه مو رسول الله (ص) ته ورسوئ او پاتو ته مو حال ووايئ چې ته رانه خوښ شوې او موږ دې له ځانه خوښ کړو. په دې وخت د آل عمران سورت له ۱۶۹ څخه تر ۱۷۱ آيتونو نازل شول. په هر حال په نظر رسي چې د احد تر پېښې روسته، يو شمېر سست ايمانه وګړي سره کېناستل او په احد کې يې پر خپلو شهيد شويو دوستانو او خپلوانو افسوس کاوه چې ولې مړه او له منځه ولاړل، په تېره هغه وخت چې څه نعمت وررسېده او د هغوی ځای يې تش ليده؛ نو ډېر خپه کېدل او له ځانونو سره يې ويل: موږ داسې په ناز او نعمت کې یو؛ خو روڼه او اولادونه مو په قبرونو کې پراته او لاسونه يې له هره ځايه لنډ دي. دا ډول افکار او خبرې پردې سربېره چې ناسمې وې او له واقعيت سره يې اړخ نه لګاوه، د شهيدانو د پاتوړو (وارثينو) روحيه يې هم کمزورې کوله. دې آيتونو پردې ډول افکارو د بطلان کرښه راښکوده او د شهيدانو لوړ مقام يې ياد کړ. دلته له ژونده مراد، برزخي ژوند دی چې ارواح يې تر مرګ روسته لري. که څه تر مرګ روسته ژوند په شهيدانو پورې ځانګړی نه دی؛ خو داچې شهيدان یو سرباندې – فوق العاده اوچت او له ډول ډول مانیزو – معنوي نعمتونو سره اغږلی ژوند لري؛ نو پروړاندې يې د نورو برزخيانو ژوند څه نه دی. امام رضا رحمة الله علیه له علي کرم الله وجهه روايتوي چې خطبه یې ويله او خلک يې جهاد ته راهڅول، يو ځوان راپاڅېد او علي کرم الله وجهه يې د الله په لار کې د جنګيالي له فضيلت په باب وپوښت، علي کرم الله وجهه وویل: [ زه د رسول الله (ص) پر سورلی ورپسې سور وم او له ((ذات السلاسل)) غزا راستنېدو، همدا پوښتنه مې له رسول الله (ص) څخه وکړه. راته يې وويل: ((چې جنګيالي په جهاد کې د ګډون هوډ وکړي، الله يې له دوزخه ازادوي او چې وسله راپورته کوي او د جګړې ډګر ته چمتو کېږي، پرښتې يې پر شتون وياړي او چې مېرمن، اولادونه او خپلوان يې ورسره الله پاماني کوي، له خپلو ګناهونو بهر ووځي. . . او چې تردې شېبې روسته هر څه کوي ثواب یې زياتېږي او هرې ورځې ته يې د زرو عابدانو د عبادت ثواب ليکل کېږي. . . هغه وخت چې له دښمنانو سره مخ شي نړيوال يې د ثواب پر کچه پوهېدای نشي او چې د جګړې ډګر ته راودانګي او نېزې او غشي ردوبدل شي او تن په تن جګړه پيل شی، پرښتې ترې خپل وزرونه راتاووي او له الله غواړي چې د جګړې په ډګر کې يې پښې ټینګې کړي. دا مهال منادي غږ کوي: جنت د تورو تر سیوري لاندې دی، بيا پر شهيد ګوذارونه په دوبنۍ توده ورځ کې د يخو اوبو تر څښلو خوندور وي او چې شهيد له خپلې سورلی راولوېږي؛ نو لا ځمکې ته رسېدلی نه وي چې جنتي حوري يې ښه راغلاست ته ورځغلي او الله ورچمتو کړي مانیز او توکیز نعمتونه تشريح کوي او چې پر ځمکه راولوېږي، ځمکه وايي: پر پاک روح دې آفرين وي چې له پاکې تنې الوزي او زېرې درباندې چې داسې نعمتونه درته سترګې پر لار دي چې بیخي نه سترګو کتلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې تېر شوي او الله وايي: زه يې د پاتې کسانو پالندوی يم چې چا خوشحاله کړل زه يې خوشحاله کړی يم او چې چا غوسه کړل؛ زه يې غوسه کړی يم. . .[326])) ]

((فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُواْ رِضْوَانَ اللّهِ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ =))

۱۷۴. د حمراء الاسد غزا: دا آيت او دوه وړاندې آيتونه د حمراء الاسد غزا ته اشاره لري. د احد جګړې په پای کې د ابوسفيان سوبمن لښکر په بيړه مکې ته روان شو او چې د ((روحاء)) سیمې ته ورسېد؛ نو له خپل چاره سخت پښېمانه شو او مدينې ته د راستنېدا هوډ يې وکړ، چې پاتې مسلمانان هم له منځه يوسي؛ خو رسول الله له دې هوډه خبر شو، سملاسي يې امر وکړ، چې د احد لښکر دې بلې جګړې ته چمتو شي او ان ټپيان دې هم له لښکر سره يوځای شي. دا خبره د قريشو لښکر ته ورسېده او له دې هېښنده مقاومته وترهېدل. په دې موقع کې یو بل چار هم وشو چې د ابوسفيان لښکر روحيه یې کمزورې کړه؛ یو مشرک ((معبد الخزاعي)) چې له مدينې ځنې مکې ته روان و، د رسول الله او د يارانو یې د وضعې له ليدو سخت اغېزمن شو او رسول الله(ص) ته يې وويل: ستاسې د وضع په لیدو خپه شوم. دا خبره یې وکړه او له دې ځایه ولاړو او د ((روحا)) په سيمه کې د ابوسفيان لښکر ته ورسېد. ابوسفيان د اسلام پېغمبر په اړه ترې وپوښتل، په خواب کې يې وويل: محمد مې ولېد، چې د ستر لښکر په ملاړ ستاسې په تعقیب کې دی ابوسفيان او یارانو يې ددې خبرې په اورېدو د شا تګ هوډ وکړ او داچې شاتګ ته فرصت ولري او مسلمانان يې تعقيب نه کړي؛ نو د عبدالقيس ټبر يو شمير کسان چې له دې ځايه تېرېدل او مديني ته روان وو، ترې يې وغوښتل چې د اسلام پېغمبر خبر کړي چې د ابوسفيان پاتې ياران وځپي. رسول الله او مسلمانان چې له دې خبر شول و یې ويل: ((حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ)) او چې څومره يې انتظار وکړ، دښمن راڅرګند نشو؛ نو له درېيو ورځو تمېدو روسته، مدينې ته راستانه شول. دا آيات دې پېښې ته اشاره کوي[327].

((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ =))

۱۷۸. د کافرانو او ګناهګارانو سوکالي، په ښکاره نعمت؛ خو په باطن کې عذاب دی: دا آيت هغه پوښتنه ځوابوي چې د ډېری خلکو په اذهانو کې شته، چې يو شمير ظالمان او ګناهګاران په نعمتونو کې تر خولې ډوب دي او سزا نه ورکول کېږی؟ قرآن حکیم وايي: دوی نه اصلاح کېدونکي وګړي دي، چې د پنځون د سنتو او د آزادۍ د آر له مخې پر خپل حال ورپرېښوول شوي، چې د سقوط او پرځېدو روستي پړاو ته ورسي او د ښې ډېرې سزا وړ شي. پردې سربېره له ځينو آياتو ګټنه کېږي چې کله الله دغسې خلکو ته پرېمانه نعمتونه ورکوي او چې د بريا په خوند کې ډوب خوشحال او مغرور شي ناڅاپه هر څه ترې اخلي چې په همدې نړۍ کې هم ښه وربړول شي؛ ځکه له دغسې سوکاله ژوند جلا کېدل هم خپګان دی؛ لکه د انعام سورت په ۴۴ آيت کې وا يي: [ (هو) چې كله يې پند او خبرونې هېرې كړې؛ نو د هر ډول نعمتونو ورونه مو ورپرانستل، چې (پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه)؛ نو په دې وخت كې ټول نهيلي (او د هيلو ورونه پرې وتړل) شول.[328]]

 په هر حال په دې باید پوه شو، چې د مادي نعمتونو پرېمانېدل تل د انسان په خير نه دي، له علي کرم الله وجهه روايت شوي: ((د آدم زويه! که وينې چې پاک الله درباندې پرلپسې نعمتونه درپېرزو کوي او ته يې سرغړونه کوې؛ نو له سزا يې وډار شه[329]))

((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= ))

۱۸۰. د زکات نه ورکوونکي سزا: تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوي: ((چې څوک د خپلې شتمنۍ زکات ورنکړي؛ الله يې شتمني په اورينه غاړه کۍ اړوي، بيا ورته ويل کېږي لکه چې په نړۍ کې دې په هېڅ قيمت دا شتمني له ځانه نه لرې کوله، اوس يې درواخله او پر غاړه يې کړه[330])) همداراز روايت شوي، که څوک زکات ورنه کړي؛ نو د قيامت پر ورځ يې يو زهرجن مار له غاړې راتاوېږي او تر هغې يې چيچي چې د مخلوقاتو له حسابه خلاص شي[331].

((لَّقَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاء سَنَكْتُبُ مَا قَالُواْ وَقَتْلَهُمُ الأَنبِيَاء بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ =))

۱۸۱. ولې يهودو، الله نشتمن وګاڼه: تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوي: ((پر الله قسم، ددې خبرې ويوونکيو چې الله نشتمن دی، الله يې ليدلي نه دی، چې پوه شي نشتمن دی؛ خو داچې د الله دوستان یې نشتمن ليدلي؛ نو و یې ويل: که الله شتمن واي؛ نو خپل دوستان يې هم شتمنول؛ نو د خپلې شتمنې له لامله پر الله ووياړل.[332]))

((الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلاَّ نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىَ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءكُمْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

۱۸۳. د پېغمبر پروړاندې د يهودو پلمې: ځينو مفسرانو ويلي د يهودو ددې خبرې ((يوه قرباني راوړي، چې اور يې وخوري))، جرړه د هابيل او قابيل په داستان کې ده؛ لکه چې د ماېدې سورت په ۲۷ آيت کې وآيي: ((چې دوه قربانۍ یې راوړې؛ نو د یو منل شوه او د بل نه)) ويلي يې دي د هابيل د قربانۍ چې پسه و، د منل کېدو نښه دا وه، چې په اسماني تندر سوځول شوه[333]. د ډېرو معلوماتو لپاره د مائدی سورت د ۲۷ آيت څرګندنې ته مراجعه وکړئ.

((كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَما الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُورِ=))

۱۸۵. هر څوک د مرګ خوند څکي: د څکلو تعبير پوره احاس ته اشاره ده، کله يو انسان په سترګو خواړه ويني يا يې په لاس لمسوي؛ خو پوره يې نه احساسوي؛ خو داچې و یې څکي؛ لکه چې د خلقت په نظام کې مرګ هم انسان او ژونديو موجوداتو ته يو ډول خواړه دي[334]. روایت شوي چې حضرت علي کرم الله وجهه په يوې جنازې پسې روان و او د يو سړي خندا يې واورېده، و يې ويل: ((ته وا، چې مړينه بې له موږه نورو ته کښل شوې او حق بې له موږه پر نورو واجب دى او لکه دا مړي داسې مسافر دي، چې ژر راستنېږي، حال دا تنې يې لحدونو ته ورسپارو او ميراث يې خورو؛ لکه د هغوى تر مړينې روسته تلپاتې يو! ايا دغسې ده، چې د ښځې او نارينه د هر پند ورکوونکي پند هېر کړو او ځانونه مو د بلاګانو او آفتونو غشېو ته په نښه کړي؟[335]))

((كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَما الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُورِ=))

۱۸۵. د دوزخ راښکودل: ((زُحْزِحَ)) په دې ماناه ده، چې انسان ځان سوکه سوکه د يو څيز د راښکودو له اغېزه لرې کړي او د ((فاز)) له هلاکته د ژغورنې او محبوب ته د وررسېدو پر مانه ده. هو، هغوی چې د دوزخ اور د راښکودلو او جاذبې له اغېز لرې شي او جنت ته ورننووځي؛ نو ژغورل شوي او خپل محبوب او مطلوب يې پيدا کړی. ته وا دوزخ په خپل ټول زور، انسانان خپل لوري ته راکاږي او په رښتيا کوم عوامل چې انسان ورکاږي هېښنده جاذبه لري.[336] له رسول الله (ص) څخه روايت شوي: ((پر الله قسم چې په جنت کې دومره يوه ټوټه ځمکه چې يوازې کوړه مو پرې لګي، له ګردې نړۍ او چې څه پکې دي، ترې غوره ده)) بيا يې دا آيت ولوست: ((نو چې څوک د دوزخ له اوره لرې شي او جنت ته ورننووځي؛ نو ژغورل شوي))[337]

((لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ= ))

۱۸۶. د مشرکانو ځورونه: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې کله مسلمانان له مکې ځنې مدينې ته مهاجر او له خپل کور او ژونده لرې شول؛ نو مشرکانو يې مالونه لوټ کړل او چې پر چا به لاسبري شول په خوله يې سپکې سورې ورته کولې او هم يې وهل ټکول او چې مسلمانان مدينې ته راغلل؛ نو د مدينې يهودو خوله ورپسې راوسپړله، په تېره کعب بن اشرف چې یو بد ژبی او کينه کښ شاعر و، په خپلو اشعارو کې به يې رسول الله او مسلمانان سپکول او مشرکان به يې د دوی پر ضد راپارول، ان د مسلمانانو ښځې او لوڼې به يې په عشقي غزلونو کې یادولې او بې حيايې تردې راورسېده، چې رسول الله(ص) يې د وژنې حکم وکړ او مسلمانانو وواژه. ‎ دا آيت د رواياتو له مخې دې موضوعاتو ته اشاره ده او مسلمانان مقاومت غځونې ته هڅوي.[338]

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلاَ تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاء ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْاْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ =))

۱۸۷. الله له پوهانو ژمنه اخستې چې خلکو ته به ديني پوهاوی څرګندوي: که څه دا آيت د کتابيانو (يهود و نصارا) د پوهانو په باب دی؛ خو ګردو ديني پوهانو ته يوه ګوتڅنډنه ده، چې موظف دي، د الهي لارښوونو او ديني پوهاويو په څرګندولو کې هڅه وکړي او الله په دې هکله له ټولو يې ټينګه ژمنه اخستې ده. په دې آيت کې چې تبيين کارول شوی، راښيي، منظور یوازې د الله د آيتونو لوستل او د اسماني کتابونو خورول نه؛ بلکې خلکو ته به په ډاګه ديني حقايق څرګندوي چې ولسونه پرې پوه شي او هغوی چې د دين د پوهاويو په ويلو او د مسلمانانو د پوهولو په اړه ناغېړي کوي؛ نو هماغه برخليک به لري چې الله په دې آيت کې د يهودو پوهانو ته ويلي دی. له رسول الله (ص) روايت شوی ((چې څوک څه پوهه له وړ يې (هغوی چې ورته اړ وي) پټه کړي، د قيامت پر ورځ به يې خولې ته اورين ټکوری واچول شي.)) حسن بن عمار وايي: يوه ورځ هغه وخت زهري ته ورغلم؛ چې خلکو ته يې د حديث روايتولو لاس اخستی و، ورته مې وويل: اورېدلي احاديث دې راته ووايه، راته يې وويل: ايا نه پوهېږې چې نور بل چا ته احاديث نه وايم؟! ورته مې وويل: ایا ته حديث راته وايې يا يې زه درته وايم، و یې ويل: ته حديث ووايه. و مې ويل: له علي کرم الله وجهه روايت شوی چې و یې ویل: ((الله له ناپوهانو ژمنه اخستی نه ده، چې زده کړي؛ خو تردې مخکې يې له پوهانو ژمنه اخستې چې ورزده کړي.)) چې دا حديث مې ورته ووايه، بنده خوله يې راوسپړله او په هماغه ناسته کې يې څلوېښت حديث راته وويل[339].

((لاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَواْ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُواْ بِمَا لَمْ يَفْعَلُواْ فَلاَ تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

۱۸۸. نېکچاري يې کړې نه ده؛ خو د ستاېنې پر تمه دي: دې آيت ته حديثپوهانو او مفسرينو بې شمېره شأن نزولونه راوړي؛ يو يې دا څه وخت يو شمېر يهودو، خپل اسماني کتاب اړاوه او په خپل ګومان يې له دې لارې پايله اخسته، له دې چاره خورا خوشحال وو او په عين حال کې ښه يې ايسېدل چې خلک، عالم او د دين ملاتړی او پر دندې پابند ورته ووايي؛ نو دا آيت نازل شو او دوی غلط ګومانونه يې ځواب کړل. البته و نه انګېرل شي، چې دا آيت يوازې په يهودو یا د صدر اسلام په منافقانو پورې ځانګړی دی. ډېر داسې ناپوهان شته چې هېلمن دي پوهان وویل شي او ډېر داسې ګناهګارن دي، چې ځانونه خلکو ته عابدان او زاهدان ښيي او هغه چلي چې خلک هڅوي، کو مې چارې يې چې کړې نه دي؛ خو بيا هم وستايل شي، بېشکه دا ټول وګړي او دوی ته ورته، په دې آيت کې رانغاړلېږي.[340]

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ. رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ. رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلإِيمَانِ أَنْ آمِنُواْ بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الأبْرَارِ . رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَى رُسُلِكَ وَلاَ تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ =))

۱۹۰ تر ۱۹۴. مناجات ډوله آيتونه، چې د ديني پوهاويو يوه ټولګه رانغاړي: په اسلامي رواياتو کې دې آيتونو ته ځانګړی اهميت ورکړای شوی. عطا بن ابی رياح وايي: حضرت عایشې ام المؤمنین ته ورغلم او و مې پوښتل: په خپل عمر کې دې چې له پېغمبره خورا هېښنده څيز ليدلي کوم يو دی؟ و یې ويل: د رسول الله ټولې چارې هېښنده وې؛ خو تر ټولو خورا هېښنده داچې يوه شپه مې په کور کې استراحت و او لا ارام شوی نه و، چې پاڅېد، اودس يې وکړ او پر لمانځه ودرېد او دومره يې وژړل چې ځمکه يې لمده کړه او همدغسې يې تر ګهيځه ژړل چې حضرت بلال د ګهيځ لمانځه ته وباله، پېِغمبر يې ژړاند وليد، و یې ویل: ولې ژاړئ؟ پر تاسې خو د الله لورنه ده. و یې ويل: ((ايا نبايد د الله شکر ايستونکی بنده وسم؟! الله تېره شپه، لړځوونکي آيتونه راباندې نازل کړي)) بيا یې د آل عمران سورت له ۱۹۰ تر ۱۹۴ آيتونه ولوستل او په پای کې يې وويل: ((د هغه پر حال دې افسوس وي، چې و یې لولي او غور پکې و نه کړي.))[341]

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ=))

۱۹۵. د رښتونو مهاجرينو او مجاهدينو بېلګې: په رواياتو کې راغلي چې دا آيت د حضرت علي په هکله نازل شوی چې فواطم (يعنې فاطمه د اسد لور، خپله مور يې، فاطمه د رسول الله لور، چې روسته يې مېرمن شوه او فاطمه د زبيء لور) یې له ځان سره مدينې ته بوتلل او په ضجنان سيمه کې ام يمن او څو تنه کمزوري مؤمنان ورسره يو ځای شول او خپله لار يې ونيوه او په ګردو حالاتو کې يې د الله ذکر کاوه تردې چې له رسول الله (ص) سره يو ځای شول.[342]

۱۹۵. د قرآن حکیم له نظره، د ښځې او نارينه تساوي: له دې آیته څرګندېږې چې د ځينو ناخبرو وينا څومره له حقيقته لرې ده، چې اسلام تورنوي چې د نارينه وو دين دي نه د ښځو، که د اسلام په يو شمېر قوانينو کې د ښځې او نر د جسمي او عاطفي توپيرونو له لامله، د ټولنيزو مسووليتو په اړخ کې څه توپيرونه وي؛ نو دا په هېڅ ډول د ښځې معنوي ارزښت نه ټکني کوي او ښځه او نارينه له دې پلوه، يو له بل سره څه توپير نه لري او دواړو ته يې د نېکمرغۍ يو شان ورونه پرانستي. پام مو وي چې دا آيت او ورته آيتونه، په داسې پېر کې نازل شوي، چې د نړۍ ډېری ملتونه د ښځې په انسانيت کې شکمن ول او ښځه يې لعنتي موجود او د ګناه او بېلاريتوب سرچينه بلله. يونانيانو، ښځه چټله او شيطاني موجود ګڼله او روميان ګورهن ول، چې ښځه انساني روح نه لري.[343]

((لاَ يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُواْ فِي الْبِلاَدِ =))

۱۹۶. کافران په شتمۍ غولېږي: مفسرانو ددې آيت او د ورپسې دوو آيتونو په شأن نزول کې ويلي چې د مکې ډېری مشرکان، سوداګر وو او له دې لارې يې ډېره شتمني ترلاسه کړې وه او په نازو نعمت کې وسېدل. د مدينې يهودو هم په سوداګرۍ کې ځيرک وو او غالباً له سوداګريزو سفرونو ډک لاس راستنېدل؛ خو په هغې زمانې کې مسلمانانو د ژوند د ځانګړو شرایطو له لامله او له دې، مکې ځنې مدينې ته مهاجرت او اقتصادي کلابندۍ، له مادي اړخ خورا په کړاو او تنګسه کې وسېدل. ددې دواړو حالاتو پرتلنه، ځينو ته دا پوښتنه اوڅار کړې وه، چې ولې بې ايمانه وګړي په دغسې ناز و نعمت کې دي او ايمانوال په کړاو او تنګسه کې ژوند کوي. دا آيتونه نازل شول او دا پوښتنه يې ځواب کړه.[344]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =))

۲۰۰. له ځان او اسلامي ټولنې دفاع ته د هر ډول چمتووالي درلودل لازم دي: د ((رابطو)) فعل (چې له رباط اخستل شوی او مصدر يې مرابطه دی) پراخ مانا لري چې له ځان او اسلامي ټولنې دفاع ته هر ډول چمتووالی رانغاړي؛ له پوځي دفاع نيولې تر فرهنګي او ګروهېزې دفاع؛ نوځکه له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې لولو: ((زموږ لاروي عالمان د هغو پوله ساتو (په څېر) دي چې د ابليس د لښکر او د ده د سرغړاندو يارانو پروړاندې يې ليکه جوړه کړې او پر هغوی د بريد مخه نيسي، چې له ځانه د دفاع وس نه لري[345].))

 

سورة نساء

د نساء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې دادي:١_ ايمان او عدالت ته بلنه او له سر سختو دښمنانو سره د دوستانه اړيکو پرېکول. ٢_ د رنځورو ټولنو پر برخليک د پوهيدو لپاره د مخکېنيو د حالاتو يوه برخه. ٣_ د اړمنو (لکه پلار مړي او. . .) ملاتړ ته لارښوونې او له حقوقو يې څارنه. ٤_ د عادلانه او طبيعي دود له مخې د ميراث قانون. ٥_ د واده په اړه قوانين او عمومي عفت او پتمنۍ ته کړلارې. ٦_ د عامو شتمنيو ساتلو ته ټوليز قوانين. ٧_ د اسلامي ټولنې د دښمنانو معرفي کول او پروړاندې يې د مسلمانانو ويښوالى. ٨_ اسلامي حکومت او په دغسې حکومت کې له مشره لاروي. ٩_ د هجرت اهميت او ځايونه يې[346].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا=))

١_ آدم او هوا؛ د بشريت پلار و مور: له دې آيته او د قرآن حکیم له نورو آيتونو پوهېدل کېږي، چې اوسنى بشر د يو پلار و مور اولاده ده. قرآن حکیم ((آدم)) د انسانانو پلار معرفي کړى؛ خو د مور نامه يې په ګوته کړى نه دى؛ خو په رواياتو کې يې نامه ((هوا)) ده. د يهودو تاريخ د انسان د روستي ډول عمر، د اوو زرو په شاوخوا کې بولي، چې څېړنه او ځيرنه هم دا مطلب تاييدوي، که څه بيولوژي (ژوند پوهنه) يې عمر ډېر بولي او پر خپلو موندنو (لکه تر تاريخ وړاندې انسانانو فوسيلونه او اسکلټونه يې، چې پيدا کړي دي) استشهاد کوي. البته ژوند پېژاندي (بيولوژيستان) قانع کوونکى دليل نه لري، چې موندنې يې د اوسني انسان نيکونه دي؛ بلکې ښايي د بشر تر رامنځته کېدو وړاندې، پر ځمکه د انسان نور ډولونه مېشت وو او روسته ځوړ او له منځه تللي او د انسان اوسنى ډول يې، روستى ډول وي. که څه په قرآن حکیم کې په دې هکله څرګند مطلب نه مومو؛ خو پر ځينو آيتونو (لکه د بقرې په ٣٠ آيت) کې دا ټکى موندل کېږي. البته په ځينو رواياتو کې په ډاګه ويل شوي، چې زموږ تر پېر وړاندې نور انسانان وسيدل؛ خو د قرآن حکیم د ظاهر او ځينو رواياتو له مخې، د انسانانو اوسنى ډول په نهايت کې د ((آدم و هوا)) په نامه يو نارينه او ښځې ته رسي[347].

((وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا =))

٤_ مَهر، د ښځې مسلم حق دى: ددې په پامنیوي، چې په جاهليت پير کې ښځو ته پر کوم ارزښت قايل نه وو. غالباً مهر، چې د ښځې حق و، د هغې اولياوو ته به يې ورکاوه او دا يې د ښځې د اولياوو مسلم حق باله. کله يې بدل د ښځې مهر کاوه. داسې چې يو رور خپله خور بل ته واده کوله، چې په مقابل کې هغه هم خپله خور دې ته واده کړي او ددې دواړو ښځو مهر همدا و. اسلام پر دې ټولو ظالمانه دودونو د بطلان کرښه راښکوده او مَهر يې د مسلم حق په توګه په ښځې پورې ځانګړى کړى. قرآن حکیم نارينه ته ټينګه سپارښتنه کړې چې دا حق به پوره ورکوئ. په اسلام کې مهر ته ټاکلى مقدار ټاکل شوى نه دى او د مېړه او مېرمن په خوښې پورې اړه لري، که څه په ډېرو رواياتو کې ټينګار شوى، چې دروند مهر به نه ټاکئ. بايد پوه شو چې مېړه او ښځه دواړه د واده له ژونده يو ډول ګټه اخلي؛ خو منکرېداى نشو، چې د ښځې او مېړه په بيلتون کې، ښځه ډېره زيانمنېږي او ښځه، چې په واده کوم امکانات او پانګه له لاسه ورکوي تر هغو ډېر دي، چې نارينه يې له لاسه ورکوي. او په حقيقت کې مهر يو څيز دى، چې ښځې ته د زيان د جبران او د راتلونکي ژوند د تامين لپاره ورکول کېږي. پردې سربېره مهر طلاق ته د نارينه تمايل او ليوالتيا کابو کوي. چې څه مو وويل پايله اخلو، چې په مهر زيان جبيره کېږي او د ښځې حقوقو ته د درناوي لپاره يو ملاتړ دى، نه د ښځې بيه. ښايي په آيت کې د ((نحله)) تعبير (د ډالې او ورکړې پرمانا) همدې ټکي ته اشاره وي.[348]

((وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا =))

٥_ سفيه: سفيه هغه دى، چې په دنيوي يا ديني چارو کې يې فکري او عقلي وده کړې نه وي؛ لکه پلار مړى ماشوم، چې د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه وي. همدې ظاهري مانا ته په پامنيوي پوهېداى شو، چې سفيه پراخه مانا لري. لکه چې په رواياتو کې يې شرابخور، فاسد انسان او ان نه ډاډمنېدونکى په سفيه و کې شمېرلي دي[349].

((لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا =))

٧_ په جاهليت کې د ښځې وضعيت او د قرآن حکیم نظريه: ددې سورت د لومړيو آيتونو ټوليز چورلیځ د واده او ميراث دوه مهمې او بنسټيزې ويينې دي. تر اسلام وړاندې د جاهليت د زمانې شرايطو ته پامنیوي ددې آيتونو په پوهېدو کې ډېره مرسته راسره کوي. د عربانو په نارينه وو کې غوراوى او فضيلت، وژنې، احمقانه تعصبونه، تکبر، غرور، په ظالمانو پسې تلل، د مظلومانو د حقوقو لتاړل، له نورو سره شخړې او دښمنۍ، جواري، شراب څښل، زنا، د مردارې، وينې او خوسا خرماوو خوړل او. . دود وو.

په دې منځومال کې ښځې د بشري ټولنې له ټولو ګټو بې برخې وي. له ځانه يې څه اراده نه درلوده او له مورو پلار او روره يې ميراث نه وړ، نارينه و به بې له کوم شرطه ورسره واده کاوه، او په دې حال کې ښځو ځان سينګاراوه او چې څوک به يې خوښ شو رابله يې. په پايله کې زنا او نا مشروع ودونه (لکه له مړو ښو ښځو سره واده) پکې ښکاره دود وو. په جاهليت کې د عربانو اولادونه يوازې په خپلو پلرونو پسې تلل او که په وړوکتوب کې به يې پلار ومړ؛ نو ميراث يې نه وړ او ميراث يوازې په غټو اولادونو پورې ځانګړى و او له کومو څيزونو، چې په ميراث کې وړل کېدل يوه هم د مړي مېرمن وه؛ یعنې د نارينه تر مړينې روسته مشر زوى يې له خپلې ميرې سره واده کاوه. ښځې او کوشني اولادونه (نجلۍ او هلکان) له ميراثه بې برخې وو. البته که مشر اولادونه واى، کشري اولاد ميراث وړ. خو بيا زورور خپلوان، د پلار مړيو پالندويان کېدل او د دوى شتمنۍ يې خوړې او که پلار مړې به نجلۍ وه، واده يې ورسره کاوه، چې مالونه يې وخوري او تر مال خوړو روسته يې طلاق ورکاوه، چې هغې ښځې به نه څه شتمني درلوده، چې ژوند پرې وکړي او نه د چا خوښېده، چې واده ورسره وکړي او په خېټه يې مړه کړي. د پلار مړيو مساله د جاهلې عربانو يوه دوديزه ستونزه وه؛ ځکه د همېشنيو جګړو، لوټ او وژنو له لامله ډېر اولادونه پلار مړي کېدل[350]. قرآن حکیم په دغسې شرايطو کې نازل شو او له دې هر يو منکر او بدرنګي سره يې سخته مبارزه وکړه.

((إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا= ))

١٠_ د کړو وړو انځور او د پلار مړي د شتمنۍ سزا: له دې آيته ګټنه کېږي، چې کړنې مو پر ظاهري او سرسري څېرې سربېره يوه واقعي څېره هم لري، چې په دې نړۍ کې له نظره مو پټه ده؛ خو په بله نړۍ کې رابرسېرېږي او د کړنو انځورنه واقعيت مومي. قرآن حکیم په دې آيت کې وايي، هغوى چې د پلار مړي شتمني خوري، که څه د کړنو ظاهري څېره يې له خوندورو او رنګينو خوړو ګټه اخسته؛ خو ددې خوړو واقعي څېره سوځنده اور دى او په قيامت کې همدا څېره راښکاره کېږي. له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى: ((چې څوک د پلار مړي مال وخوري، په قيامت کې به پر داسې حال راشي، چې په خېټه کې به يې د بل اور لمبې له خولې ووځي او ګرسره محشريان پوهېږي، چې د پلار مړي مال يې خوړلى دى)). د عمل واقعي څېره همېشه له ظاهري څرنګوالي سره يې يو ځانګړى تناسب لري. لکه د پلار مړي د مال خوړل او د حقوقو غصب يې، د پلار مړي زړه سوځوي او روح يې ازاروي، چې ددې کړنې واقعي څېره، سوځنده اور دى. د پلار مړيو د مالونو د خوړو په غندنه کې ډېر لړزوونکي احاديث او روايات راغلي او ان ډېر لږ تېرى هم په دې حکم کې رانغاړلېږي. په يو روايت کې لولو، چې یو امام وپوښتل شو دا سزا د پلار مړي د څومره مال خوړو په مقابل کې ده. و یې ویل: ((د دوو درهمو هومره[351]))

((وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ=))

١٢_ ولې د نارينه ميراث تر ښځې دوه همومره دى؟: دا آيت او ترې مخکې آيت د ميراث د احکامو يوه برخه څرګند وي. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د نارينه ميراث د ښځې تر ميراث دوه هومره دى، بايد ووايو که څه په ښکاره داسې ده؛ خو په ډېر ځير څرګندېږي، چې له يوه پلوه، د ښځو ميراث د نارينه وو دوه هومره دى. دا ځکه اسلام د ښځو له حقوقو ملاتړ کړى دى. په دې څرګندنه، چې اسلام پر نارينه داسې دندې ور ايښي، چې په کولو يې د نارينه وو د عايداتو نيمه برخه، د ښځو لګښت کېږي، حال دا، چې د ښځو پر غاړه څه ايښوول شوي نه دي. نارينه بايد د اړتيا له مخې د خپلې مېرمن د ژوند لګښت (اغوستن؛ خوراک او نور لوازم) ورکړي او د اولادونو د ژوند لګښت يې هم ورتر غاړې دى؛ نوځکه يوه ښځه خپل ټول ميراث زيرمولاى شي، حال دا نارينه ناچار دى، ځان، مېرمنې او اولادونو ته يې ولګوي او ددې کړچار پايله داده، چې د نارينه نيم عايدات پر ښځې لګېږي او نيم يې ځان ته؛ حال دا، د ښځې برخه پرځای پاتې ده. اسلامي اثارو ته په مراجعې سره، دا ټکى تر سترګو کېږي، چې دا پوښتنه د اسلام له پيله د خلکو په اذهانو کې مطرح وه او په دې باب يې کله نا کله له اسلامي مشرانو پوښتل او د اهل بيتو عليهم السلام له لوري چې کوم ځوابونه ورکړاى شوي غالباً په دې مضمون دي، چې الله تعالی تعالى د ژوند لګښت او مهر نارينه وو ته ورترغاړې کړى او په دې توګه يې د ښځو برخه ورډېره کړې ده. له امام رضا رحمة الله علیه روايت شوى، چې ددې پوښتنې په ځواب کې يې وويل: ((داچې په ميراث کې د ښځو برخه د نارينه و د برخې نيمايي ده، دليل يې دا دى چې ښځې واده کوي، يو څه (مهر) اخلي او نارينه يو څه ورکوي. پردې سربېره د ښځو د ژوند لګښت پر نارينه و دى، حال دا، ښځه د نارينه او ځان د لګښت په هکله څه مسئووليت نه لري[352])). په يو بل روايت کې راغلي ((ابن ابى العوجا)) [چې د دين آرونه يې نه منل] ويل: کمزورې بيچاره ښځې څه ګناه لري، چې په ميراث کې يې برخه يوه ده او د نارينه دوه برخې دي؟ امام صادق رحمة الله علیه چې خبر شو. په ځواب کې يې وويل: ((پر ښځې نه جهاد واجب دى او نه نفقه او نه د کورنۍ لګښت او نه د نورو په تېرو کې د جناياتو ديه؛ خو دا ټول پر نارينه و واجب دي؛ نوځکه ښځو ته يوه برخه او نارينه و ته دوه برخې ورکړاى شوي دي[353])).

((تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

١٣_ الهي پولې يا حدود: حدود د حد جمع او د مخنيوي او منع کولو پر مانا ده او هر څيز چې دوه څيزونه سره بېلوي حد او پوله ورته وايي. د مثال په توګه د کور، بڼ، ښار او هېواد ترمنځ حد او پوله، هغو ټکيو او نښو ته ويل کېږي چې يو له بله يې جلا کوي. د ((تلک حدود الله)) تعبير د قرآن حکیم مجيد په شپږو ځايونو کې په يو لړ ټولنيزو احکامو پسې راغلى دى. لکه د بقرې ٨٨ آيت (په اعتکاف کې د کوروالي منع، او د روژې په هکله احکام) د بقرې ٢٢٩ او ٢٣٠ آيتونه او د طلاق لسم آيت (د طلاق د احکامو په يوې برخې پسې) او د مجادلې سورت ٤ آيت (د ظِهار په کفارې پسې). په دې ټولو ځايونو کې احکام او قوانين شته، چې تېرى ترې منع دى او له همدې لامله، حد او الهي پولې پېژندل شوي دي[354].

((وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ فَإِن شَهِدُواْ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىَ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللّهُ لَهُنَّ سَبِيلاً =))

١٥_ د مړوښې ښځې زنا ته لنډ مهاله حکم: د آيت له دې برخې (= يا الله تعالی څه لار ورته برابره کړي) ګټنه کېږي، چې دا حکم، زنا ته يو لنډ مهاله حکم دى او له هماغه پيله اعلان شوى، چې په راتلونکي کې به يې نوى حکم راشي. د نوي حکم په راتلو کې به لکه چې کو مې ښځې د زنا له لامله په کورونو کې بنديانې يا تر څارنې لاندې وي، طبعاً له بنده به خوشې او نوره سزا به ورنکړاى شي. له بنده خوشې کېدل يې د مخکېني حکم د لغوي له لامله دى او د نوې سزا نه ورکول له دې لامله دي، چې د سزا قانون هغوى نه رانغاړي چې مخکې يې زنا کړې وه. هغوى په نوي قانون کې راځي، چې په راتلونکي کې دا چار وکړي هغه قانون، چې روسته په اسلام کې محصنه زنا کوونکيو ته وټاکل شو، د ((رَجم)) (سنګسارولو يا په ډبرو ايشتلو) قانون[355].

((إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَـئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيماً حَكِيماً ))

١٧_ د توبې د قبليدو شرايط: دې آيت توبې قبلېدو ته دوه شرايط ټاکلي: لومړى، د ګناه پرمهال ناپوهي. دويم، ژر توبه کول. مفسران ددې شرایطو په څرګندنه کې ويلي: په دې آيت کې له جهالت او ناپوهۍ مراد دا دى، چې يو چار د ځاني غوښتنو له مخې او د شهوت او غضب په را پارېدا يې وکړې، بې له دې چې انسان له حق سره ځېل او دښمني ولري. دا چارې ځکه د ناپوهۍ له مخې دي چې د شهوت او غضب لمبې چې کېناستې؛ نو انسان له خپلو کړنو پښېمانېږي. په حقيقت کې، ډېرى ګناهونه د ناپوهۍ له مخې کېږي؛ ځکه د ګناه پرمهال، د شهوت او غضب پردې، د انسان عقل او پوهه راپوښي. د دويم شرط په اړه يې ويلي، په دې آيت کې د ((قريب)) له کلمې مراد، د مرګ له رارسيدو مخکې د نښو يې راښکاره کېدل دي. دا آيت هماغه حقيقت څرګندوي، چې امام سجاد رحمة الله علیه د ابو حمزه په دعا کې ډېر توضيح کړى دى: ((خدايه! چې کله مې سرغړونه درنه وکړه، داسې نه وه چې له څښتنتوبه دې منکر وم او په ګناه مې لاس پورې کړ او نه ددې لامله و، چې ستا حکم مې ټيټ ګڼلى و او ستا سزا مې په پام کې کم اهميته نيولې نه ده او بې پروا ترې نه وم او ستا د سزا ژمنه مې سرسري ګنلې نه ده؛ بلکې يوه خطا وه، چې را مخې ته شوه او ((نفس اماره)) حق راته شکمن کړ او ځاني غوښتنه راباندې لاسبرې شوه))[356]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ))

١٩_ د ښځو درناوى او ورسره ښه چلن: الله تعالی په دې آيت کې نارينه و ته لارښوونه کوي چې له خپلو مېرمنو سره ښه چلېږي. په رواياتو کې هم پردې مطلب خورا ټينګار شوى. له رسول الله (ص) روايت شوى: (الف): ((د خپلې مېرمنې درناوى وکړئ[357])). (ب): ((معلون دى، معلون دى هغه چې تر خپلې پالندوينې لاندې وګړيو حق ضايع کوي))[358]. د امام صادق رحمة الله علیه په يو روايت کې لولو: ((الله تعالی دې پر هغه ولورېږي، چې له خپلې مېرمنې سره يې (ښه چلن او) ښه اړيکه خپله کړې وي.[359]

((وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَاناً وَإِثْماً مُّبِيناً =))

٢٠_ په تور تپلو مهر ترې مه اخلئ: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي، چې له اسلام وړاندې دود و، چې که چا مخکينۍ مېرمنه طلاقوله او بل واده يې کاوه؛ نو د مهر د نه ورکړې پلمې ته به يې خپله مېرمن په بې پتۍ تورنوله او په تنګسه کې نيوه، چې چمتو شي خپل مهر (چې معمولاً مخکې يې اخسته) بيرته ورکړي او طلاق واخلي او هماغه مهر دويمې مېرمنې ته ورکړي. دا آيت نازل شو، دا بد چار يې وغانده او مخنيوى يې وکړ.[360]      

((وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا =))

٢١_ له خپل مېړه د ښځې ټينګه ژمنه اخستل: د آيت تردې برخې (= هغوى) د واده پرمهال (ټينګه ژمنه درنه اخستې) لاندې له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوى: ((له ژمنې مطلب، هماغه جملې دي، چې نکاح پرې تړل کېږي[361]))

((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلاً =))

٢٢_ په جاهليت کې له ميرې سره ناوړه چلن: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې څوک به په جاهليت پېر کې ومړ، او مېرمن او اولادونه به ترې پاتې شول، که مېرمن ميره وه؛ نو اولادونه ته د مالونو په څېر ميراثيده او په دې توګه يې حق درلود، چې واده ورسره وکړي او يا يې بل ته ورنکاح کړي. تر اسلام روسته، يو انصاري ((ابو قيس)) ومړ او زوى يې خپلې ميرې ته د واده وړانديز وکړ. ښځې وويل: زه دې خپل زوى بولم، او دا ښه چار نه ګڼم؛ خو بيا هم له رسول الله څخه پوښتم. روسته رسول الله ته ورغله او و یې پوښت. دا آيت نازل شو او دا چار يې سخت منع کړ.[362]

((حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ اللاَّتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُواْ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلاَئِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلاَبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ إَلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

٢٣_ رضاعي محارم: که څه قرآن حکیم د آيت په يوې برخې کې دوو ډلو (رضاعي خويندو او ميندو) ته اشاره کړې، د ډېرو رواياتو له مخې رضاعي محارم يوازې په دوى پورې اړوند نه دي؛ بلکې د رسول الله (ص) د مشهور حديث له مخې، ټول هغه کسان، چې د نسبي اړيکې له پلوه نکاح ورسره حرامه ده [لکه توړۍ (خاله)، ترور (عمه)، ورېره؛ خورزه ] په تي رودلو هم حرامېږي (يعنې رضاعي خاله، رضاعي عمه او. . .[363])

((وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا =))

٢٤_متعه: د آيت دا برخه (= او کو مې ښځې، چې متعه ورسره کوي، فرض دي، چې مهر يې ورکړئ) په څرګنده د لنډ مهالي واده جواز ته اشاره ده. لکه چې د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو کې هم د لنډ مهاله واده اثبات ته همدا آيت لاسوند شوى دى. امام باقر رحمة الله علیه د متعې په هکله د ابو بصير د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((قرآن حکیم مجيد په دې باب ويلي: فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ. . .)) همداراز امام، د متعې په هکله د عبدالله بن عمير ليثي د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((الله تعالی متعه په قرآن حکیم او د خپل پېغمبر په خوله حلاله کړې او د قيامت تر ورځې حلاله ده)). تاريخ ښيي، د رسول الله په زمانه کې لنډ مهاله واده جايز و، چې مسلمانانو په اسانۍ متعه کړاى شوه، او حضرت عمر بن خطاب (رضى الله عنه) په خپلې شخصي رايه او نظر منع کړه. له مشهور صحابي حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) روايت شوى: ((په موږ کې لنډ مهاله واده، د رسول الله (ص)، د ابوبکر (رض) په خلافت او د حضرت عمر د خلافت تر نيمايي معمول و، بيا عمر (رض) منع کړه)).

پخپله له حضرت عمر (رض) روايت شوى: ((د رسول الله په زمانې کې دوه متعې وې، چې ما حرامې کړې او کوونکي ته يې سزا ورکوم: د ښځو متعه (لنډ مهاله واده) او د تمتع حج (يو ډول ځانګړى حج))). د انسان په جوړښت کې له لږې ځيرنې څرګندېږي، چې لنډ مهاله واده يوه ټولنيزه اړتيا ده. دا يو عمومي او ټوليز قانون دى. که په سمه د انسان طبيعي غرايز ځواب نشي؛ نو ځان په کږو لارو مړوي. دا يو نانټی – نه انکارېدونکى حقيقت دى، چې طبيعي غرايز له منځه وړاى نشو او که فرضاً له منځه يې هم يوسوو؛ نو څه عقلمن چار نه دى؛ ځکه دا کار د پنځون له قانون سره يو ډول مبارزه ده. نوځکه سمه لار داده چې غريزې له معمولي لارې مړې او د رغاونې په بهير کې يې وکاروو. له دې موضوع هم منکرېداى نشو، چې جنسي غريزه يوه خورا غښتلې او قوي انساني غريزه ده. اوس پوښتنه کېږي چې په ډېرى شرايطو او چاپېريالونو کې په ځانګړو عمرونو کې د ډېری وګړيو له وسې دايمي واده نه کېږي يا متاهل وګړي په اوږدو مسافرتونو يا وظيفو کې د جنسي غريزې له نه مړولو سره مخامخېږي او دې ستونزې په تېره زموږ په پېر کې چې د واده عمر د زده کړې مودې د اوږدېدو او ټولنیزو پېچلیو مسایلو په پار، لوړ شوی او ډېر لږ ځوانان د جنسي غريزې په ګرمۍ کې واده کړاى شي، سخته بڼه خپله کړې؛ نو له دې وضع سره څه وکړو؟ ايا خلک (د راهبانو په څېر) ددې غريزې ځپنې ته راوهڅوو او يا يې ازاد پرېږدو او د اوسنيو ننګينو نندارې نندارچیان ووسو؟ پوهېږو، چې دايمي واده، نه په تېرو کې او نه نن د ټولنې د ټولو پوړيو جنسي اړتياوې نه ځواب کړي او نه يې ځوابولاى شي او پر دوه لارې ولاړ يوو: يا بايد (د اوسنۍ زمانې په څېر) فحشا رواوبولو يا د لنډ مهاله واده طرح ومنو. معلومه نه ده. هغوى چې له لنډ مهاله واده او فحشا سره مخالفت دي، دې پوښتنې ته څه ځواب لري؟!

د لنډ مهاله واده طرح نه د دايمي واده درانه شرايط (لکه د خوراک، اغوستن او ځاى چمتو کول) لري، چې د مالي شوونتیاوو د نه درلودلو يا تحصيلي بوختياوو سره اړخ ونه لګوي او نه د فحشاو زيانونه (لکه حرموني او بې سرپرسته اولاودنه) لري، په لنډه مهاله واده، چې اولادونه زېږي، د دايمي واده او اولادونو په څېر حقوق لري لکه، لګښت، ميراث او. . .[364]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا =))

٢٩_ زيانمنه راکړه ورکړه منع ده: مفسرانو د آيت ددې برخې (= د يو بل شتمنۍ په باطلو او نا مشروعو لارو مه خورئ) په هکله ويلي، چې مطلب هغه راکړې ورکړې دي چې نه يوازې بشري ټولنې نيکمرغۍ ته رسولاى نشي؛ بلکې زيانمنوي يې او ټولنه فساد او هلاکت ته ورکاږي، دا راکړې ورکړې، د دين له نظره باطلې دي لکه: ربا، جواري او هغه راکړې ورکړې، چې دواړه لوري يا يو لور نه پوهېږي، چې څه ورکوي او څه اخلي او د مال او بيې ځانګړنې څرګندې نه دي[365].

۲۹_ ځانونه مه وژنئ: مفسرانو د آيت ددې برخې ((لَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ)) په باب ويلي، چې دا غونډله – جمله له ځان وژنې منع ده. البته شونې ده، په آيت کې له ((ځانونو)) مراد، د اسلامي ټولنې ګرد وګړي وي؛ ځکه قرآن حکیم ټول مؤمنين ((يو واحد)) فرضوي، داسې چې د يو وګړي ځان، د نورو وګړيو ځان دى، او په پايله کې هېڅوک حق نلري، چې نه ځان ووژني او نه نور؛ ځکه په دواړو حالاتو کې يې د انساني ټولنې پر تنې ګوذار کړى دى. ان له دې آيته ګټنه کېږي، چې نه ښايي وګړي ځانونه د وژنې خولې ته ورکړي. ددې آيت په هکله له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((مراد دادى، چې يو مسلمان په يوازې ځان پر ډېرو مشرکانو بريد وکړي او کورونو ته يې ننووځي او په پايله کې ووژل شي)) همدغسې روايت ترې شوى: ((چې څوک ځان په لویی لاس ووژنې تر ابده به په جهنم کې وي)) بيا يې د نساء سورت ٢٩ او ٣٠ آيتونه ولوستل.[366]

((إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا =))

٣١_ ستر او کوشني ګناهونه: له دې آيته او نورو آيتونو ګټنه کېږي، چې ګناهونه په دوه ډوله دي: ستر (کبيره) ګناهونه او کوشني (صغيره) ګناهونه. د کوشنۍ يا سترې ګناه د کچې په اړه يې ويلي، چې ستره ګناه، هره ګناه، چې د اسلام له نظره ستره او له اهميته ډکه وي او د اهميت نښه يې داده، چې په قرآن حکیم کې يې يوازې په نهې قناعت شوى نه؛ بلکې د دوزخ د عذاب ګواښ يې هم ورپسې کړى دى: لکه شرک، زنا، سود خوړل، د پلار مړي د مال خوړل او. . . نوځکه د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو کې وايو: ((ستر ګناهونه، هغه دي، چې الله تعالی د اور سزا ورته ټاکلې ده[367])) بل نظر، د يوې ګناه د نهې شدت يې د ستر والي يا کوشنيوالې کچه ګڼلې ده؛ یعنې د يوې ګناه د ستروالي او کوشنيوالي د معلومولو لپاره بايد ووينو، چې قرآن حکیم او سنتو ترې زياته نهې کړې يا لږه[368].

دلته بايد يو بل مهم ټکي ته اشاره وکړو، چې کوشني ګناهونه هله کوشني دي، چې بيا ځلي نشي او پر دې سربېره د بې اعتنايۍ يا غرور او سرغړاندې له مخې ونشي؛ ځکه کوشني ګناهونه په ځينو ځايونو کې پر سترو اوړي. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((په بيا ځلي، کوشنۍ ګناه، کوشنۍ نه پاتېږي)) له حضرت علي کرم الله وجهه هم روايت شوى: ((ستره ګناه، هغه ده، چې کوونکى يې کوشنۍ وګڼي[369]))

((وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ))

٣٣_ ضمان جريره: مفسرانو د آيت ددې برخې (((او هم) چې له چا سره مو تړون کړى)) په تفسير کې ويلي څه، چې د آيت مفهوم ته خورا ورنژدې دي، تر اسلام وړاندې د ((ضمان جريره)) تړون دى، چې اسلام پکې سمسمکى راوست او داچې رغانده اړخ يې درلود، تاييد يې کړ. دا تړون داسې و، دوو تنو ژمنه کوله چې په چارو کې به د يو بل مرسته کوي او په ستونزو کې به د يو بل لاسنيوى کوي او چې يو يې ومړ؛ نو بل دې يې ميراث يوسي. اسلام د دوستۍ او رورۍ دا قانون پر رسميت وپېژانده؛ خو ټينګار يې وکړ، چې ددغسې تړونونو ميراث وړل يوازې هله دي، چې له مړي خپلوان پاتې نه وي. ددې موضوع د ډېرې شرح لپاره د ققهي کتابونو د ميراث برخه ولولئ.[370]

((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا =))

٣٤_ په کورنۍ کې د نارينه پالندوينه: مفسرانو د آيت تردې برخې ((نارينه د ښځو پالندويان دي)) لاندې ويلي، چې له دې تعبيره منظور استبداد، وياړنه او تېرى نه، بلکه کورنۍ يو کوشني ټولنيز واحد دى او د يوې سترې ټولنې په څېر بايد مشر او پالندوى ولري. دا مساله تر هر وخت ډېره په نننۍ نړۍ کې څرګنده ده، که يو پلاوى (ان که دوه تنه هم وي) د يو کار کولو ته وګومارل شي، هرو مرو بايد يو يې مشر بل يې مرستيال يا غړى وي، که نه په چار کې يې ګډوډي پيدا کېږي. په کورنۍ کې د نارينه پالندوينه هم، همدغسې ده. البته دا موقعيت په نارينه کې د ځينو ځانګړنو له مخې دى؛ لکه: ١_ په نارینه وو کې پر عاطفي او احساساتي ځواک یې د اندنې ځواک ورډېر وي د ښځې اپوټه، چې ډېره له احساساتو او عواطفو برخمنه ده. ٢_ د کورنۍ ادارې او دفاع ته جسمي ځواک او ښه وس درلودل. پردې سربېره داچې نارينه د ښځې او اولادونو پروړاندې ژمن دى، چې مهر او د ژوندانه لګښت يې ورکړي او د کورنۍ غړيو ته پتمن ژوند تامين کړي؛ نوځکه دا مسووليتونه نارينه ته دا حق ورکوي، چې مشرتوب ورترغاړې شي.[371]

٣٤_ نُشوز: نُشوز، سرغړاندى، تکبر او نه منلو ته وايي[372]. دا کلمه نر او ښځې دواړو ته کارېږي، چې که هر يو د مېړه او ښځې د ګډ ژوند له دندو سرغړونه وکړي.[373] بايد پام مو وي، په دې آيت کې چې ((بدني تنبيه)) ته اشاره شوې، له سرغړاندو او ځيلو ښځو سره د مقابلې روستۍ پړاو دى؛ یعنې که يوه ښځه د مېړه او ښځې د ګډ ژوند له دندو سرغړونه وکړي؛ نو لومړى بايد په پسته ژبه نصيحت ورته وشي. که اغېز يې و نه کړ او ښځې و نه منله، بايد پام ترې واړول شي او يو ځاى سملاستى ورسره ونشي، چې ځان ته يې ورپام شي. بيا يې که ځېل او سرغړونه کوله او کورنى بنسټ يې ګواښه؛ نو چاره يې يوازې شدت عمل يا وهل دي. البته لکه څنګه چې په فقهي کتابونو کې راغلي د ښځې وهل بايد ملايم، پاسته او سپک وي. داسې چې ماتېدل، ټپي کېدل او د بدن د شينوالي لامل نشي.[374] امام باقر رحمة الله علیه په دې آيت کې د وهلو په تفسير کې ويلي: ((لکه د مسواک وهل)) له همدې لامله الله تعالی د آيت په روستۍ برخه کې وايي: ((پوه شئ، چې الله تعالی لوړ مقامی او ستر دى)) چې نارينه وو ته ګوتڅنډنه وکړي چې بدني ځواک يې مغرور نه کړي چې پر خپلو مېرمنو يې د ظلم لامل شي[375]. البته پام مو وي هغه نارينه چې د خپل مېړه توب دندې پرېږدي، ان دوی ته هم بدني سزا ورکول کېږي. البته دا چار غالباً د ښځو له وسې وتلى دى؛ نو اسلامي واکمن مؤظف دى، چې سرغړاندى نارينه له بېلابېلو لارو او ان په تعذير (بدني سزا) له خپلو دندو سره آشنا کړي.[376]

٣٨_ د کړنې افت: ريا او ځانښوونه يو ستر ټولنيز کړاو دى. د اسلام له نظره د هرې کړنې ارزښت يې په نيت پورې تړلى دى او په بل تعبير نيت د هرې کړنې بنسټ دى؛ خو نږه نيت. اسلام تر هر څه وړاندې د نيت دوسيه څېړي. د رسول الله (ص) په مشهور حديث کې راغلي: ((هره کړنه په نيت پورې يې اړه لري او په کړنه کې د هر چا برخه د خپل نيت له مخې ده، چې څوک د الله تعالی لپاره جهاد کوي، اجر يې پر الله تعالی دى او چې څوک د دنیوي څيز لپاره جګړه کوي يا ان نيت يې د ((عقال)) (وړوکی پړی، چې د اوښ پښه پرې تړي) ترلاسه کول وي، برخه يې يوازې همدا ده)) دا اهميت له دې لامله دى چې نيت، کړنې ته بڼه او شکل ورکوي. هغه چې د الله تعالی لپاره يو چار کوي، بنسټ يې ټينګوي او ټوله هڅه يې داده، چې خلک ښه ګټه ترې واخلي. خو چې څوک د ځانښوونې لپاره کوم چار وکړي، يوازې د چار په سرسري او ظاهري بڼه لګيا وي او د اړمنو باطن او ګټې اخستنې ته اهميت نه ورکوي. کومه ټولنه چې په ځانښوونې روږده شي؛ نو نه يوازې له الله تعالی، ښو خويونو او غوره ملکاتو لرې کېږي؛ بلکې ګردې ټولنيزې کړلارې يې له منځپانګې تشېږي او په يو موټي بې مانا ظواهرو کې رالنډېږي او د دغسې انسان او ټولنې برخليک څومره دردناک دى! د نبي کريم (ص) په يو حديث کې راغلي: ((پر خلکو يو وخت راځي، چې باطنونه يې چټلېږي او ظاهر يې ښکلى، دا ځکه دنيا ته يې سترګې نيولې وي او الهي اجر ته يې پام نه وي. دين يې ريا او ځانښوونه کېږي او په زړه کې يې له خدايه ډار نه وي، الله تعالی دا ټول په سخت عذاب او کړاو اخته کوي او چې څومره الله تعالی د ډوب شوي په څېر بلي، دعا يې نه قبلېږي[377])).

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا=))

٤٣_ خو لار تېرېدونکي: ددې غونډلې – جملې په تفسير کې دوه نظره شته: يو داچې له ((عَابِرِي سَبِيلٍ)) مطلب مسافر دى. په دې توګه، آيت دې ټکي ته اشاره کوي، چې که څوک په مسافرت کې جنب شي او اوبه ونه مومي؛ نو لمانځه ته دې تيمم وکړي. دويم تفسير د اهلبيتو د رواياتو له مخې دى چې د جنابت په حال کې به بې له تمېدو له جوماته تيرېږي. له ځينو رواياتو ګټنه کېږي چې يو شمير اصحابو د کورونو ورونه نبوي جومات ته ور پرانستل کېدل، په دې آيت کې اجازه ورکړاى شوه، چې د جنابت په حال کې دې، بې له تميدو له جومات تير شي.[378]

٤٣_ د تيمم معنوي او مادي اغېزې: تيمم يو له هغو نمانځنو ځنې دى چې په واقعي مانا د نمانځنې روح پکې ښکاري؛ ځکه انسان د خپل بدن عزتمنه برخه يعنى تندى په هغه لاس لمسوي، چې پر خاوره يې وهلى، چې الله تعالی ته خپله عاجزي ښکاره کړي. دا يعنې تندى او لاسونه مې تر روستي بريده الله تعالی ته عاجز او متواضع دي. بنده په دې کړنې پسې، لمونځ يا نورو نماځنو ته متوجه کېږي، چې اودس او غسل پکې شرط دى او په دې توګه، تيمم د عاجزۍ تواضع، عبوديت او شکر ايستنې د روحيې په پالنه کې اغېزمن دى.[379]

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ السَّبِيلَ= ))

٤٤_ په تورات او انجيل کې اړونې: مفسرانو د آيت په دې برخه (= د کتاب يو څه برخه ورکړه شوې وه) کې ويلي، چې له کتابه مراد، تورات او انجيل دى او دا تعبير ښيي چې د رسول الله (ص) په زمانه کې د تورات او انجيل ډېره برخه له منځه تللې، اړول شوې او کتابيانو ته يې يوازې يوه برخه ور رسيدلې وه او البته په همدې برخه کې د رسول الله (ص) د راتلو زيرى راغلى و، چې کتابيانو پټاوه.[380]

((مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً =))

٤٦_ په آيت کې له اړونې څه مطلب دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې څو نظريې شته: لومړى داچې د خبرو له اړونې مطلب د تورات د الفاظو، وړاندې روسته کول يا يې لږ و ډيرول دي لکه چې ګروهن يو د اوسني تورات متن له هغه تورات سره ډېر توپير لري چې پر حضرت موسى علیه السلام نازل شوى دى. دويم نظر دا دى، چې د خبرو له اړونې مراد دا دى، چې د تورات او نورو پېغمبرانو له ويناوو ناسم تفسير او مخونې کوي لکه چې په تورات کې د حضرت مسيح علیه السلام او د اسلام د رسول الله د راتلو زيرى شوى و؛ خو يهودو مخونه ورکړه او و یې ويل، تر موسى علیه السلام روسته ژغورندوى راغلى نه دى او تر ننه ورته سترګې پر لار يوو! درېيم نظر دا دى چې د خبرو له اړونې مطلب د خبرې بې ځايه کارونه ده او الله تعالی په دې آيت کې له دې اړونو درې بېلګې ويلي دي. د بېلګې په توګه، وړ ده چې د اطاعت له مخې ((سمعنا)) عبارت وویل شي او ورپسې ((اطعنا)) نه په ملنډو د ((سمعنا و عصینا)) (وا مو ورېدل او مخالفت مو وکړ) ویل. ددې تفسیر له مخې الله ددې کلماتو او عباراتو ناسمه کارونه د خبرو یو ډول اړونه او تحریف بولي.[381]

۴۶ – له کلماتو سره لوبې او پر مسلمانانو ملنډې وهل: د ((راعنا)) مانا دا ده: ((د حال مراعات مو وکړه او مهلت را)). مسلمانانو د نبي اکرم (ص) د بلنې په پیل کې د رسول الله (ص) خبرو ښه اورېدو او یادولو ته ((راعنا)) کاروله؛ خو یهودیانو، رسول الله ته ((راعنا)) په عبري مانا؛ یعنې ((واوره چې بېخي یې وانه ورې)) یا یې د عربي په بله مانا؛ یعنې ((تحمیق مو کړه)) کاروله؛ او مطلب یې دا و چې – العیاذبالله – د رسول الله(ص) کار د خلکو تحمیق، احمقونه، غولونه، او اغفال و[382]. د بقرې سورت په ۱۰۴ آیت کې هم دې موضوع ته اشاره شوې ده.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولاً =))

٤٧_ د يهودو انديزه او روحي محوه او مانیز – معنوي پرشا تګ يې: د آيت ددې برخې (= مخکې تردې چې مخونه مو مسخ او محوه کړو او بيا يې څټ لوري ته وګورو) په څرګندنه کې يې ويلي چې له دې غونډلې – جملې مراد دا دى چې د يهودو عقل واقعيات ننګېرلاى نشي او له نېغې لارې کاږه شوي دي. له امام باقر رحمة الله علیه څخه يو روايت دى: ((يعنې د هدايت په بهير کې يې مخونه مسخ شوي او د بېلاريتوب په بهير کې پر څټ ورګرځېدلي)) توضيح داچې کتابيان، په تيره يهود سره له دې چې څرګندې نښې يې وليدې؛ خو حق ته يې غاړه کېنښووه او اګاهانه يې ځېل او دښمنۍ ته ملا وتړله او په بېلابېلو ځايونو کې يې اګاهانه مخالفتونه بيا ځلي کړل، سوکه سوکه ځېل يې دويم طبيعت او مزاج شو، ته وا افکار يې يو مخ مسخ شوي، سترګې يې ړندې او غوږونه يې کاڼه شوي دي. دغسې کسان ددې پرځای چې په ژوند کې پر مخ ولاړ شي، پر څټ ګرځي او دا د هغوى سزا ده چې حق يې پېژندلى؛ خو نټه ترې کوي؛ نوځکه په دې آيت کې له ((طمس)) (محوه او څټ ته ورګرځېدنه) څخه مطلب، هماغه فکري او روحي مسخ او مانيزه پر څټ تلنه ده.[383]

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلاً =))

٥١_ له مشرکانو ځنې د يهودو پلوي: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې مدينې ته د رسول الله تر هجرت روسته، د يهودو يو مشر ((کعب بن اشرف)) له مدينې ووت او ځان يې د دواړو اديانو د ملګرو له شخړې ګوښه کړ، په مکه کې مېشت شو. خلکو ته يې ويل: نه ((محمد)) ته جنګېږم او نه يې پر ضد د چا ملاتړ کوم. مشرکانو ترې وپوښتل: کعبه! زموږ دين غوره دى يا د محمد او اصحابو يې؟ و یې ويل: ستاسې دين غوره او لرغونى دى؛ خو د محمد دين نوى دى. دا آيت د کعب په باب نازل شوى[384]. قرآن حکیم کریم د همدې سورت په ٥٤ آيت کې ددې ظالمانه قضاوت جرړې ته اشاره کوي او وايي: جرړه يې کينه ده؛ ځکه د اسلام د رسول الله نبوت د اسحاق له کورنۍ د اسماعيل کورنۍ ته د نبوت د لېږد نښه وه او دا، چې يهود د اسحاق له ځوځاته وو، پردې لېږد يې رخه کوله او په خورا بې شرمۍ يې پر ((توحيدي دين)) بوتپالنه غوره ګڼله[385].

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا =))

٥٦_ د دوزخ دردناک عذابونه: امير المؤمنين علي کرم الله وجهه را ته وايي: ((باخبر! د تن دا نری پوټکى د دوزخ اور ته ټينګېداى نشي!؛ نو پر ځان ولورېږئ، د دنيا کړاوونه مو وازمېیل، ليدلي به مو وي، چې د چا په پښه کې اغزى ولاړ شي او يا پر ځمکه يې پښه ولګي او ټپي شي يا د بېديا سرې شګې يې وځوروي، چې ددې کړاوونو زغمل څومره ورته ستونزمن دي؟ نو هغه حالت به څنګه وزغمئ، چې په دوو اورينو پوړونو کې د سرو ډبرو ترڅنګ له شيطان سره ناست ياست؟ پوهېږئ، چې کله د دوزخ خاوند اور ته غوسه کېږي؛ نو لمبې یو پر بل لګي؟ او د جهنم په ورونو کې چې پر اور غږ کړي؛ نو هر لوري ته ژبغړاندېږي؟[386]))

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا =))

٥٨_ د امانت اهميت: امانت پراخه مانا لري او هر ډول مادي او مانيزه پانګه رانغاړي او هر مسلمان ددې څرګند آيت له مخې دنده لري، چې د هيچا په هېڅ امانت کې خيانت و نه کړي، که د مسلمان يا نا مسلمان امانت ورسره وي. په يو روايت کې راغلي چې امام صادق رحمة الله علیه خپل يو دوست ته وويل: ((که د علي وژونکي امانت راسره ايښى واى يا يې نصيحت رانه غوښته يا يې سلا مشوره راسره کوله؛ نو ما ورسره منله او د امانت حق مې یې ورپوره کاوه)). په اسلامي سرچينو کې په دې موضوع دومره ټينګار شوى چې په نورو احکامو کې ډېر لږ ليدل کېږي. د بېلګې په توګه له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت دى: ((يوازې د وګړيو اوږدو رکوع ګانو او سجدو ته مه وينئ؛ ځکه شونې ده پرې روږدى وي، چې پرېښوول يې ورته کړښت وي؛ بلکې په خبرو کې يې رښتيا ويل او د امانت ورکړه يې ووينئ[387]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً =))

٥٩_ اولوالامر: د رسول الله له ځانګړي صحابي حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضى الله عنه نه په يو روايت کې راغلي: چې دا آيت نازل شوى؛ نو رسول الله (ص) ته مې وويل: رسول الله (ص) ! الله او استازى يې مو وپېژانده؛ نو اولوالامر څوک دی چې الله تعالی يې اطاعت د خپل اطاعت ترڅنګ ياد کړى دى؟ رسول الله وويل: ((جابره! هغوى مې ځايناستي او تر ما روسته د مسلمانانو مشران دي، لومړنى يې علي بن ابى طالب دى، ورپسې حسن، ورپسې حسين، ورپسې علي بن الحسين، ورپسې محمد بن علي، چې په تورات کې په ((باقر)) مشهور دى او ته اى جابره ژر به يې درک کړې؛ نو چې دې وليد، سلام مې ورته وکړه. ورپسې صادق، جعفر بن محمد، ورپسې موسى بن جعفر، ورپسې علي بن موسى، ورپسې محمد بن علي، ورپسې علي بن محمد، ورپسې حسن بن علي، ورپسې محمد، زما همنامې او هم کنيه، پر ځمکه د الله تعالی حجت او په بندګانو کې يې زيرمه، د حسن بن علي زوى دى او هغه دى چې الله تعالی په سراسر ځمکه کې خپل ياد پرې خوروي. او هغه د خپلو لارويانو او دوستانو په منځ کې پټېږي. داسې يو غيبت چې هېڅوک يې پر امامت او مشرتوب ثابت قدمه نه پاتېږي. خو داچې الله تعالی يې زړه په ايمان ازمېلى وي)). جابر (رض) وايي: رسول الله (ص) ته مې وويل: اې رسول الله (ص)! په غيبت کې يې لارويان ترې برخمنېږي؟ و یې ويل: ((هو، پر هر هغه مې قسم، چې زه يې نبوت ته غوره کړى يم، لارويان يې د غيبت په پير کې، له رڼا ځنې يې رڼا اخلي او له ولايته يې برخمنېږي؛ لکه چې څنګه خلک له لمره رڼا اخلي، که څه وريځو راپوښلى وي. جابره! دا خبره، له الهي پټو رازونو او له خدايي پټو پوهو ځنې ده؛ نوځکه يوازې يې اهل او وړو کسانو ته وايه[388]))

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا =))

٦٠_ ظالمو واکمنو ته د قضاوت لپاره له ورتلو منع شوي يو: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي چې د مدينې يو يهودي له يو منافق مسلمان سره اختلاف درلود. دواړو وويل چې منځګړې دې زموږ اختلاف هوار کړي. داچې يهودي د نبي کريم (ص) په عدالت او بې پريتوب ډاډمن و، و یې ويل: زه ستاسې د پېغمبر پر قضاوت خوښ يم؛ خو منافق ((کعب بن اشرف)) د يهودو يو مشر غوره کړ؛ ځکه پوهېده چې په بډو يې نظر خپلې لوري ته راړواى شي او په دې توګه يې د اسلام د رسول الله له قضاوت سره مخالفت وکړ. دا آيت نازل شو او دغسې وګړي يې سخت وغندل[389]. امامانو په ډېرى رواياتو کې ظالمو واکمنو ته د قضاوت لپاره له ورتلو منع کړې. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((چې د چا له خپل ديني رور سره څه اختلاف وي او هغه خپل ورور راوبلي چې د خپل دين يو ملګرى يې ترمنځ قضاوت وکړي؛ خو (مقابل لوري) يې نه ومني او طاغوتيانو ته د منځګړتوب لپاره ورشي؛ نو د هغه په څېر دى چې الله تعالی يې په اړه د نساء سورت ٦٠ آيت نازل کړى دى))[390]. په دې آيت کې د طاغوت په تفسير کې له امام صادق رحمة الله علیه يو روايت راغلى: ((څوک چې په ناحقه پرېکړه وکړي او خلک يې قضاوت ته وغواړي[391]))

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا =))

٦٤_ توسل: له دې آيته، د هغو کسانو ځواب څرګندېږي چې په پېغمبر او امامانو توسل يو ډول شرک بولي؛ ځکه دا آيت په ډاګه وايي: رسول الله ته د ګناهګارانو ورتلل او د الله تعالی درشل ته يې شفيع کول او ورته بښنه غوښتل اغېزمن دي او د توبې قبلول او الهي لورنې لامل به شي[392]. البته ګناهګاران دې په ځان کې دغسې شفاعت ته وړتيا پيدا کړي[393].

((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا =))

٦٥_ مازې د پېغمبر امر ته غاړه ايښوونه، د توحيد يوه څرګندنه نښه ده: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي، حضرت زبير بن عوام (رض) چې يو مهاجر و، د مدينې له يو انصاري مسلمان سره يې د کجورو د بڼونو په اوبخور څه اختلاف پيدا کړ، دواړه د اختلاف د هواري لپاره رسول الله ته ورغلل دا، چې د زبير (رض) بڼ له ويالې پورته او د انصاري ترې کښته و، رسول الله(ص) ، زبير (رض) ته امر وکړ، چې لومړى ته خپل بڼ اوبه کړه او روسته دې مسلمان انصاري. دا د څنګ په څنګ بڼونو يوه دوديزه پرېکړه وه؛ خو په ظاهر مسلمان انصاري، د رسول الله(ص) له عادلانه پرېکړې خپه شو او و یې ويل: دا قضاوت دې ځکه وکړ، چې زبير دې ترورزى و؟! رسول الله له دې خبرې ډېر خپه شو، تردې چې رنګ يې واوخوت. په دې موقع کې دا آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې ګوتڅنډنه وکړه[394]. ددې آيت له مخې درې څيزونه د رښتوني ايمان نښې دي: په ټولو اختلافاتو کې رسول الله قضاوت ته غوښتل، له حکمه يې خپګان نه احساسول، او دباندې يې پوره پلي کول[395]. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((که ځينې خلک الله تعالی ونمانځي او سيال ورسره ونه نيسي، لمونځونه وکړي او زکاتونه ورکړي، حج وکړي، د رمضان مياشتې روژه ونيسي؛ خو د الله تعالی يا رسول الله په کړي چار کې خو ګانې ولټوي (يعنې ووايي، چې ولې يې داسې کړي، که ددې پرخلاف يې کړي واي؛ نو غوره وه) يا يې په زړه کې وي (او په خوله يې ونه وايي) نو همدومره مشرک شوی دى)) بيا امام د نساء سورت ٦٥ آيت ولوست ورپسې يې وويل: (((د الله تعالی او پېغمبر امر ته) سر ايښوونه درباندې لازم ده)).[396]

((وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا =))

٦٦_ د الله تعالی اطاعت! د څوار – استقامت او زغم د زياتوالي لامل دى: د ((وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا)) له غونډلې – جملې پوهېدل کېږي چې که انسان هر څومره د الله تعالی د حکم د منلو په بهير کې ګامونه واخلي، ټیکاو او څوار يې ډيرېږي. په رښتینه کې د الله تعالی حکم منل، انسان ته يو ډول روحي ورزش دى او دوام او تکرار يې د جسماني ورزشونو په څېر، ورځ پر ورځ لا ډيره پياوړتيا، ټیکاو او څوار رادبره کوي او سوکه سوکه انسان داسې ځاى ته رسي، چې هېڅ ځواک يې پر ايماني ځواک لاسبرېداى نشي او نه يې غولولاى شي. په يو روايت کې راغلي چې کله دا آيت نازل شو يو ايماندار مسلمان وويل: پر الله تعالی قسم که د الله تعالی له لوري دغسې درانه حکمونه راته کېدل، هرو مرو مو کول؛ خو د الله تعالی شکر، چې ددغسې حکمونو له کولو معاف شوي يوو. رسول الله له دې خبرې خبر شو، و یې ويل: ((ځينې لارويان مې داسې دي چې ايمان يې په زړونو کې تر غرونو خورا ټينګ دی[397]))

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا =))

٦٩_ د الله تعالی اطاعت؛ د عالم له خوبانو سره د ملګرتوب لامل دى: ددې آيت په شأن نزول کې له حضرت علي کرم الله وجهه څخه په يو روايت کې راغلي، چې يو انصاري مسلمان رسول الله (ص) ته راغى او و یې ويل: رسول الله! بيلتون دې نشم زغملى، چې کور ته ولاړ شم همداچې راياد شي؛ نو کار ته مې لاس نه ورځي، چې هر کار مې وي؛ خوشې کوم يې او ستا ليدو ته راځم او تسل مې کېږي؛ دا ځکه مینه مې درسره ده. اوس په دې فکر کې يم، چې تاسې د قيامت پر ورځ د جنت خورا اوچتو درجو ته ځئ؛ نو اى رسول الله! زه به څه کوم؟! پر هغه ورځ به دې څنګه بېلتون وزغمم؟! نو دا آيت نازل شو. بيا رسول الله دا سړى راوغوښت او دا آيت يې ورته ولوست او زېرى يې ورکړ. له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى: ((له ګناه څخه په ډډه کولو مو ملاتړ وکړئ؛ ځکه چاچې ځان له ګناهونو ساتلى وي او له الله تعالی سره مخ شي، د الله تعالی پروړاندې ورته پراخي وي؛ ځکه الله تعالی ويلي: ((ومن يطع الله والرسول. . .)) هو، نبي له موږ ځنې دى، صديق هم له موږ ځنې دى، شهدا او صالحين هم له موږ ځنې دي[398])).

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ فَانفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعًا=))

٧١_ پر هر اړخيز چمتو والي ټينګار: دا آيت ټولو مسلمانانو ته هر وخت هر اړخيزه لارښوونه، چې د ځان د امنيت او د خپلو پولو د دفاع څارن او په مادي او مانيزې تيارسئ کې وسي. پاموړ داچې د ((خِذر)) مانا دومره پراخه ده، چې هر ډول مادي او مانيزې وزلې رانغاړي چې له دې ځنې مسلمانان بايد هر وخت، د دښمن له موقعيت، د وسلو له ډولونو، جګړيزو لارو چارو، د چمتووالي له کچې، د وسلو له شمېر او اغېزمنۍ يې با خبره وي؛ ځکه دا ټول موضوعات، د دښمن د خطر مخنيوي او د حِذر مفهوم لاس ته راوړو لپاره اغېزمن دي. بلخوا د ځان د دفاع لپاره هم له اروايي او مانيز پلوه او د فرهنګي، اقتصادي او انساني سرچينو د پېیون یا نظم او ترتیب له پلوه او همداراز د وخت د پرمختلليو وسلو د ګټنې او کارونې په باب پوره چمتووالى ولري. بېشکه که مسلمانانو په خپل ژوند کې همدا يو آيت پلى کړى واى د خپل لانجمن تاريخ په اوږدو کې به له ماتې سره مخ شوي نه واى.[399]

((وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا=))

٧٥_ د مستضعفانو په اړه د مسلمانانو دنده: مستضعف له ضعيف (کمزوري) سره توپير لري. ضعيف هغه دى چې بېوسي او کمزورى دى؛ خو مستضعف هغه دى چې د نورو د ظلم له لامله کمزورى او بيوسې پاتې شوى، که دا هر ډول استضعاف وي، فکري، فرهنګي، اخلاقي، اقتصادي، سياسي او ټولنيز[400]. الله تعالی په دې آيت کې وايي چې د الله تعالی په لار او د مستضعانو په لار کې جګړه وکړئ. نږه او پاک زړيو مؤمنانو ته بسيا ده، چې وویل شي ((د الله تعالی په لار کې پاڅون وکړئ)) چې د خپل الله تعالی بلنه ومني؛ خو الله تعالی نور مؤمنان، چې په هغه ايماني درجه کې نه دي، په دې غونډلو – جملو هڅوي چې له کفارو سره جګړه مو پردې سر بېره چې د الله تعالی په لار کې ده، د الله تعالی د دښمنانو له ځورونې ستاسې د ديني روڼو، ښځو او اولادونو د آزادۍ په لار کې هم ده او په دې توګه يې غيرت راپاروي. که څه اسلام نژدې خېلي او کورنۍ تعصبونه منع کړې؛ خو د خپلوانو تر اسلام راوړو روسته يې د هغوى په باب تعصب او غيرت تاييد کړى دى. دا آيت د هغوى په هکله دى چې په ظلم د ظالمانو په منګولو کې راګير شوي او له خدايه ژغورنه غواړي؛ لکه هغه مسلمانان چې هجرت یې ونشو کړاى او په مکه کې مشرکانو ربړول. پاموړ خو داچې تر همدې آيت لاندې له معصومينو عليهم السلام روايت شوى، چې ((موږ مستضعف يو)). له دې روايت، پر امامانو د اسلامي امت له ظلمه شکايت څرګندېږي، همداراز د مظلومو امامانو په لار کې د مرستې او جهاد وجوب او لازمېدل[401].

((الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا =))

٧٦_ طاغوت: ((طاغوت))، مبالغه صیغه او د طغيان له مادې ځنې ده، چې له حد او پولې تيري او وراوړېدو پر مانا ده او هرڅيز چې له پولې د ورتېرېدو لامل شي طاغوت ورته وايي. له همدې لامله، شيطان، بوتان، زورور او مستکبر واکمنان او بې له الله هر معبود او هر بهير، چې په ناحقو پاى مومي، طاغوت دي. بايد پام مو وي چې دا کلمه مفرد او جمع دواړو ته کارېږي[402]. د انسان په هکله د طغيان د کلمې کارول، په دې مانا ده چې له هغې پولې وراوخوتى، چې عقل او شرع ورته ټاکلې ده؛ نو طاغوت، ظالم انسان دی، چې د کبر له لامله د خپلې بنده ګۍ له دندې سرغړونه کوي. دا، چې ويل شوي ((بې له الله هر معبود طاغوت دى)) همدې مانا ته ورګرځي[403].

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلاً =))

٧٧_ په جهاد کې د ناغېړو پړه: ددې آيت په شأن نزول کې روايت شوى، يو شمېر مسلمانان چې په مکه کې وو او مشرکانو ځورول؛ نو پېغمبراکرم (ص) ته ورغلل او و یې ويل: موږ تر اسلام مخکې عزت او احترام درلود؛ خو تر اسلام روسته مو وضع واوړېده او دښمنان مو ځوروي، که اجازه راکوې، له دښمن سره جنګېږو، چې خپل عزت ترلاسه کړو. پر هغې ورځ رسول الله وویل: ((زه اوس مبارزې ته مامور نه يم))؛ خو چې مسلمانان مدينې ته ولاړل او وسلوالې مبارزې ته لاره چاره چمتو شوه او د جهاد حکم نازل شو، ځينو تودو خوړلو په جهاد کې له ګډونه ناغيړي کوله او بيا يې هغه تاوده نه وو، دا آيت نازل شو او د مسلمانانو د زړه ورولو او د ناغيړو د پړې په هکله يې ځينې حقايق وويل.

((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا =))

٨٠_ د رسول الله (ص) د حديثو او سنتو لاروي لازمه ده: دا د قرآن حکیم يو څرګند آيت دى چې د رسول الله (ص) د سنتو پر حجتوالي او د احاديثو منلو ته يې دليل دى؛ نوځکه څوک ويلاى نشي چې قرآن حکیم منم؛ خو د رسول الله حديث او سنت نه منم؛ ځکه دا آيت په ډاګه وايي، چې ((د پېغمبر د حديثو او سنتو لاروي، د الله تعالی د حکم لاروي ده)) همداراز د ثقلينو د حديث له مخې (چې په سني او شيعه سرچينو کې راغلي) په ډاګه يې د اهلبيتو احاديث سند او حجت ګڼلى؛ نو ګټنه ترې کوو چې د اهل بيتو په لارښوونو پسې تلل، د الله تعالی په لارښوونو پسې له تلو جلا نه دي يا د اهل بيتو د فرمان اطاعت هم د الله تعالی د فرمان له اطاعته بېل نه دی او څوک ويلاى نشي، چې قرآن حکیم منم؛ خو د اهل بيتو علیه السلام احاديث نه منم؛ ځکه دا خبره ددې آيت او ورته آيتونو پر ضد ده. تردې آيت لاندې له امامانو په راغليو ګڼ شمېر رواياتو کې لولو چې الله تعالی ددې آيت له مخې د ((امر و نهې)) حق خپل پېغمبر ته ورکړ او رسول الله هم دغسې حق علي کرم الله وجهه او سپېڅليو امامانو عليهم السلام ته ورکړى دى؛ نو نبايد له ((امر و نهې)) يې سرغړونه وکړو؛ ځکه ((امرو نهي)) يې د الله تعالی له لوري ده، نه له ځانه.[404]

((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا =))

٨٢_ په قرآن حکیم کې ټکر خوري او اختلاف نشته: دې آيت د قرآن حکیم په آيتونو کې د ټکر خورۍ او اختلاف نشتوالى، د قرآن حکیم پر وحيانيتوب دليل ګڼلى دى. څرګندنه داچې بې له الله د نړۍ ټول موجودات، د حرکت، بدلون او تکامل په حال کې دي، چې په آثارو کې يې تکامل ښکاري، په تېره په انسانانو کې. که له پيله تر ننه د بشر تکامل ته ووينو؛ نو د علم او صنعت او. . . په کچه دا بدلون، تحول او اختلاف ښه تر سترګو کېږي. ان که د يو انسان په ژوند کې ځير شو؛ نو د عمر په بېلابېلو پړاوونو کې يې تکامل او د نظرياتو اختلاف څرګند ليدل کېږي يا که د يو کتاب په ليکلو کې ځير شو؛ نو د ليکوال تکامل او تحول به مو ترسترګو شي؛ لکه د کتاب روسته برخه يې تر لومړنيو يا يې ځينې برخې تر ځينو نورو غوره دي. خو دقرآن حکیم په باب دا قانون صادق نه دى.قرآن حکیم د تاريخ په ګواهۍ په (٢٣) کلونو کې سوکه سوکه نازل شوى، چې نزول يې په بېلابيلو مکاني او زماني شرايطو (جګړه، سوله، رنځوري، روغتيا، ځواکمنۍ، کمزوۍ، ماتې، بريا او. . .) کې و؛ خو هېڅ ډول ټکرخوري او تضاد پکې نشته، په بېساري فصاحت او بلاغت له لوړو الهي پوهاويو ډک دى. هېڅ اختلاف لار ورته مونداى نشي او يو له بل سره ټکرخورې خبرې پکې پيدا کولاى نه شو، چې دا پخپله ددې نښه ده، چېقرآن حکیم کوم انساني اثر او کتاب نه؛ بلکې د هغه کلام دى، چې خوځښت او تکامل نه لري او ګرسره کمالونه ترې راولاړېږي.[405]

((وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا =))

٨٦_ تحيّت: ((تحيت)) په لغت کې د ((حيات)) له مادې او د بل ژوند او سلامتۍ ته دعا کول دي، که دا دعا د ((سلام عليک، الله تعالی دې سلامت ولره)) يا ((حياک الله، الله تعالی دې ژوندى لره)) او په څېر بڼو يې وي. له يو شمېر رواياتو او تفاسيرو ګټنه کېږي چې د عملي مينو ښکاره کول هم په تحيت کې راځي. له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى: ((په آيت کې له تحيت څخه مراد، سلام او هر ډول نېکي کول دي)) او په يو روايت کې لولو چې يوې مينزې امام حسن مجتبى (رض) ته د ګل يوه لښته ډالۍ کړه او په غبرګون کې يې امام ازاده کړه او چې دليل يې ترې وپوښت و یې ويل: ((الله تعالی دا ادب راښوولى، چې وايي: ((چي تحيت درباندې وويل شي، غوره يې ځواب کړئ)).)) بيا يې وويل: ((ښه تحيت يې، ازادول و)). په دې توګه دا آيت ټولنيز حکم بيانوي، چې بايد هر ډول مينې ښکاره کولو (که لفظي وي يا عملي) ته غوره يا لږ تر لږه هماغسې ځواب ورکړاى شي[406]. په يو روايت کې راغلي چې يو تن پر رسول الله (ص) سلام واچو او و یې ويل: السلام عليک. حضرت ورته په ځواب کې وويل: وعليک السلام ورحمة الله. بل تن راورسيد او و یې ويل: السلام عليک ورحمة الله. حضرت په ځواب کې وويل: وعليک السلام ورحمة الله و برکاته. همداراز بايد پوه شو، چې نبي کريم (ص) ويلي دي: ((سلام اچول مستحب او ځوابول يې فرض دي[407]))

((فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُواْ مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلاً= ))

٨٨_ د منافقینو په اړه د مسلمانانو اختلاف: الله تعالی تعالى په ٨٥ آيت کې ((چې څوک د بد چار شفاعت (= هڅونه، مرسته او سپارښتنه) وکړي، له هماغې به برخه ومومي)) تر ويلو روسته مؤمنانو ته وايي: ((ولې له منافقانو سره (د چلن) په اړه دوه ډلې شوي ياست؟)) له تعبيره ګټنه کېږي، چې يوې ډلې مسلمانانو هوډ درلود چې د منافقانو شفاعت وکړي، چې جګړه ورسره ونشي؛ خو ځينې نور ورسره سخت مخالف و او ګروهن وو، چې بايد جګړه ورسره وشي او له منځه يې يوسوو. قرآن حکیم لومړۍ ډله رټي، چې ولې له منافقانو او د نفاق له فاسدې ونې ملاتړ کوئ. دوى خو الله تعالی د خپلو ګناهونو او نفاق له لامله بېلارې کړي؛ نو چې څوک الله تعالی بېلاري کړي؛ نو تاسې يې څنګه هدايتولاى شئ؟! ددې آيت په شأن نزول کې له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى دى: ((دا آيت د هغه قوم په هکله نازل شوى، چې له مکې ځنې مدينې ته راغلل او مسلمانانو ته يې خپل اسلام ښکاره کړ او د مدينې له اوبو او هوا سره د نه جوړجاړي له لامله بېرته مکې ته ستانه شول او همداچې مکې ته ورسېدل، پر شرک يې منښته – اعتراف وکړه. روسته يې د مشرکانو سوداګريز مالونه بار کړل، چې ((يمامې)) ته يې يوسي. مسلمانانو يې لار ونيوه او جګړه يې ورسره کوله؛ خو د مسلمانانو ترمنځ اختلاف شو، ځينو وويل: نه ښايي جګړه ورسره وکړو؛ ځکه مؤمنان دي، ځينو وويل: مشرکانو دي. الله تعالی دا آيت راولېږه[408]))

((إِلاَّ الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىَ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَآؤُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلاً =))

٩٠_ هغه ډله چې نه له مسلمانانو سره وه او نه يې پر ضد وه: ددې آيت په شأن نزول کې له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوى دى: ((دا آيت د بني مدلج د ټبر په هکله نازل شوى دى. دوى رسول الله ته راغلل او و یې ويل: سينه مو تنګېږي، چې ګواهي ورکړو د الله تعالی استازي يې، راغلي يو چې اعلان کړو، نه له تاسې سره يو او نه ستاسې پر ضد، له خپل قوم سره همکاري کوو)) د حديث راوي وايي: و مې پوښتل: په پايله کې رسول الله څه ورسره وکړل؟ و یې ويل: ((پر خپل حال يې پرېښوول، چې د مشرکو عربانو چارو ته ورسي او بيا يې اسلام ته راوبلي، که يې ومانه خو ډېر ښه، که نه جګړه دې ورسره وشي[409]))

((سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُواْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثِقِفْتُمُوهُمْ وَأُوْلَـئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا =))

٩١_ د دوه مخۍ پروړاندې زور: دې آيت ته ډول ډول شأن نزولونه روايت شوي، چې يو مشهور يې دا دى، د مکې يو شمېر خلک رسول الله (ص) ته راغلل او په ټګۍ او دوکې يې اسلام ښکاره کړ او همداچې له قريشو او بوتانو سره به مخ شوو؛ نو د بوتانو په نمانځنې به لګيا شوو او له دې لارې يې غوښتل، چې د اسلام او قريشو له اړخونو بې غمه وي او له دواړو لوريو ګټه واخلي او زيان يې ور و نه رسي. دا آيت نازل شو او حکم يې وکړ چې مسلمانان دې ورسره له زوره کار واخلي.[410] يادونې وړ ده، چې د آيتونو ماناوې يې يوازې په شأن نزول کې نه رالنډېږي؛ بلکې هر وخت او په هر ځاى کې تطبيقېږي.

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا =))

٩٢_ په تېرو کې د وژنې د احکامو فلسفه: روايت شوى، چې تر هجرت مخکې، حارث بن يزيد بن نبيشه د ابوجهل په ملاتړ، عياش بن ابى ربيعه، چې له مسلمانانو ځنې و، ربړاوه. بيا حارث له مکې راووت، مدينې ته مهاجر شو، پېغمبر ته ورغى او اسلام يې راووړ. په لار کې له عياش سره مخ شو او عياش په دې خيال، چې اوس هم کافر دى، و یې واژه. بيا نو رسول الله (ص) ته ورغى او له پېښې يې خبر کړ. تردې روسته، دا آيت نازل شو. نبي کريم (ص) عياش ته آيت ولوست او و یې ویل: ((پاڅه او يو مريی ازاد کړه[411])) په دې آيت کې د اشتباهي او په تېرو کې د وژنې جبران ته درې موضوعګانې ويل شوي چې هر يوه يې د يو ډول زيان جبرانولو ته ده چې له دې وژنې رادبره شوې: ١_ د مريي ازادول چې د مؤمن وژنې ته د ټولنيز خسارت د جبرانولو يو ډول دى. ٢_ د ديه ورکول، د اقتصادي خسارې يو ډول جبرانول دي، چې د يو تن له وژنې يې کورنۍ ته رسي، که نه ديه د يو انسان د وينې واقعي بيه نه ده؛ ځکه د بېګناه انسان وينه، تر هرې بيې لوړه ده. ٣_ پر له پسې دوه مياشتې روژه نيول، چې د هغې اخلاقي او مانيز خسارې جبرانول دي، چې تېروتی قاتل پرې اخته کېږي. البته هغوى ته د روژې حکم دى، چې د مؤمن مريي د ازادولو وس او لاسرسى ورته نه لري.[412]

((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا =))

٩٣ د لویی لاس وژنې سزا: داچې انسان وژنه يوه خورا ستر جنايت او خطرناکه ګناه ده او که مبارزه ورسره ونشي؛ نو د روغ رمټې ټولنې يو خورا مهم شرط يعنې امنيت يو مخ له منځه ځي. قرآن حکیم يې په بېلابېلو آيتونو کې د سرباندې – فوق العاده اهميت په باب خبرې کړي او د مائدې سورت په (٣٢) آيت کې وايي: ((که څوک يو انسان بې له کساته يا پر ځمکه بې له فساد خورولو ووژني لکه چې ټول خلک يې وژلي وي)). په همدې دليل، که څوک مؤمن په لوی لاس ووژني؛ نو په دې آيت کې څلور سختې سزاګانې (پرکسات سر بېره، چې دنیوي سزا ده) ورته يادې شوي دي: ١_ تلمېشتی دوزخي به وي. ٢_ د الله تعالی غضب به پرې وي. ٣_ د الله تعالی لعنت به پرې وي او له لورنې به يې لري وي. ٤_ ورته د ستر عذاب چمتو والى. او په دې توګه، د لویی لاس وژنې ته د اخروي سزا له پلوه حداکثر سختي ياده شوې، چې په قرآن حکیم کې بلې ګناه ته دغسې سخته سزا ياده شوې نه ده. د لویی لاس د وژنې دنيوي سزا، کسات دى. د نبي کريم (ص) په يو حديث کې راغلي: ((د الله تعالی پروړاندې د نړۍ له منځه تلل، د يو مسلمان وګړي تر وژنې خورا کوشني دي[413]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا =))

٩٤_ د اسلام اظهاروونکي ته مه واست، چې مسلمان نه يې: په رواياتوکې لولو، چې رسول الله (ص) د اسامه بن زيد (رض) په مشرۍ يو ټولى په فدک سيمه کې يهود ميشتو کليو ته ولېږه، چې اسلام ته يې راوبولي. په يو کلي کې ((موواس)) نامى وسېده او چې د رسول الله له را استول شوي ټولي خبر شو؛ نو خپله کورنۍ او مالونه يې راټول او په غرنۍ سيمه کې يې ځاى پرځای کړل او پخپله د اسامه (رض) خوا ته ورغى، چې ((اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله)) يې ويل. همداچې اسامة ته ورنژدې شو او د ده شهادتين يې اوريده په يوه ګوزار يې وواژه. اسامه (رض) چې راستون شو رسول الله ته يې پېښه وويله. حضرت (ص) وويل: ((هغه دې وواژه چې په خوله يې شهادتین ويل؟!)) اسامه (رض) وويل: د وژنې له ډاره يې شهادتين ويل. رسول الله وويل: ((تا خو يې له زړه پرده لرې کړې نه وه (چې له باطنو يې خبر شې) او د خولې ويل دې یې و نه منل او له باطنو يې نا خبره وې))، چې اسامه (رض) دا خبره واورېده، قسم يې وخوړ چې تردې روسته به هېڅ شهادتين ويوونکى ونه وژني او په همدې پلمه په هغو جګړو کې ګډون و نه کړ، چې د علي کرم الله وجهه په مشرۍ يې له سرغړاندو ډلو سره وشوې[414].

((إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا =))

٩٧_ څوک سا اخلي؟: دا آيت د ساه اخستل په پرښتو پورې تړي؛ خو د زمر سورت ٤٢ آيت وايي: ((الله تعالی د مړينې پرمهال ساګانې اخلي)) او د سجدې سورت په ۱۱ آيت کې لولو: ((ووايه، د مرګ پر ښته چې درباندې ماموره شوې ساه مو اخلي)). مفسرانو ددې مطلب په څرګندنه کې ويلي چې پرښتې د مرګ د پرښتې؛ يعنې حضرت عزرائيل علیه السلام مامورانې دي او له ده حکم اخلي او تر نظر لاندې يې دي. عزرائيل علیه السلام هم د الله تعالی له لوري د ساه اخستو مامور دى؛ نو په درې واڼو پورې د ساه اخستل تړل سم دي؛ لکه چې د يوې ماڼۍ او کور جوړل په کارګرانو، مهندس او اصلي مالک پورې ورتړاى شو.[415]

((إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلاَ يَهْتَدُونَ سَبِيلاً =))

٩٨_ دروغجن او حقيقي مستضعفان: الله تعالی تعالى په دې آيت او ورمخکې آيت کې مستضعفان په دوو دروغجنو او حقيقي ډلو ويشلي دي. لومړى ډله، چې په ٩٧ آيت کې اشاره ورته شوې، په خپله خوښه د کفر او شرک په سيمه کې پاتې شوو او د مشرکانو د زور زياتي له لامله يې خپلې ديني دندې عملي کړاى نشوې. نوځکه يې پرښتو عذر ونه مانه او ورته وايي: ولې مو هجرت و نه کړ؟! دويمه ډله، چې همدا آيت ورته اشاره لري د بېلابېلو دلايلو (لکه رنځوري، بدني نيمګړتيا، مالي ستونزو او. . .) له لامله د هجرت وس نه درلود يا داسې کسان دي، چې هډو غوږونو ته يې د حق دين غږ وررسېدلى نه دى او بيخي ترې نا خبره دي او په عين حال کې که د ايمان راوړو په شرايطو کې واى؛ نو ايمان يې راووړ او ځېل يې نه کاوه. الله تعالی په ورپسې آيت کې وايي، چې دويمه ډله د الله تعالی د بښنې په سيوري کې ده. په يو روايت کې راغلي، چې چا امام کاظم رحمة الله علیه د مستضعف په اړه وپوښت، و یې ويل: ((مستضعف هغه دى، چې د الله تعالی حجت او دليل وررسېدلى نه وي او بېلابېلې ګروهې او نظريات تشخيصولاى نشي؛ خو که د چا پوهه دومره وي، چې حق له باطلو جلا کړي؛ نو مستضعف ورته ويلاى نشو)). په دې څرګندنه روښانېږي چې حقيقي مستضعفان هم په دوو ډلو ويشل کېږي: لومړۍ ډله: هغه مستضعفان دي چې پر حق دين پوهېږي او پيژني يې؛ خو د کفر له چاپېرياله د وتو وس نلري او د ناوسۍ له لامله خپلې ديني دندې عملي کولاى نشي. دويمه ډله هغوى دي چې غوږونو ته يې د حق دين غږ وررسېدلى نه دى او که وررسېدلى واى؛ نو منه يې؛ نو که څوک د کفر او ګناه له چاپېرياله وتاى يا ديني پوهاوى ترلاسه کولاى شي او په خپله خوښه ناغېړي او سستي وکړي؛ نو د الله تعالی پروړاندې به هېڅ عذر ونه لري[416]

((وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

١٠٠_ هجرت او ځايونه يې: ددې آيت او نورو پرېمانه آيتونو له مخې، اسلام په ډاګه امر کوي که په يو چاپېريال کې مو د ځينو لاملونو له لامله ديني دندې ترسره کولاى نه شوې؛ نو بل چاپېريال او ځاى ته هجرت وکړئ. څرګنده ده چې هجرت د رسول الله په زمانې پورې اړوند يو ځانګړى حکم نه و؛ بلکې په هر وخت او ځاى کې که هماغه شرايط رامخې ته شو؛ نو مسلمانان موظف دي چې هجرت وکړي. قرآن حکیم هجرت د ازادۍ او سوکالۍ لامل بولي؛ بلکې په دې آيت او د نحل سورت په ٤١ آيت کې وايي: ((پر هغوى چې تېرى وشو او بيا يې د الله تعالی لپاره هجرت وکړ، په دې دنيا کې ورته ښه ځاى (او مقام) ورکوو او که پوه شي د آخرت بدله يې تردې هم ستره ده)) پېغمبر اکرم (ص) د هجرت په فضايلو کې ويلي: ((چې څوک د خپل دين د ساتلو لپاره له يوې سيمې بلې ته ان يو لويشت مهاجرت وکړي، د جنت مستحق کېږي او د محمد (ص) او ابراهيم علیه السلام يار او ملګرى به وي، دا ستر پېغمبران، د نړۍ د مهاجرينو مخکښان وو[417].

((وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَى أَن تَضَعُواْ أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُواْ حِذْرَكُمْ إِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا =))

١٠٢_ د ډار لمونځ: په دې آيت کې د ډار لمونځ د څرنګوالي په هکله ډېرې څرګندنې نشته او دا د قرآن حکیم دود دى، چې ټوليز (کليات) وايي او شرح يې سنتو ته ور پرېږدي. له سنتو ځنې په ګټنې د ډار لمونځ داسې کېږي، چې څلور رکعتي لمونځ پر دوه رکعتي بدلېږي. لومړى ډله، يو رکعت له امام سره کوي او امام په لومړي رکعت پسې تمېږي. لومړۍ ډله دويم رکعت يوازې کوي او د جګړې ډګر ته ستنېږي. بيا پرځای يې دويمه ډله راځي او يو رکعت په امام پسې او دويم رکعت ځانته کوي (د ډار لمانځه د څرنګوالي په باب؛ نور نظريات هم شته؛ خو چې څه مو وويل؛ خورا مشهور يې دي). له دې آيته ګټنه کېږي: ۱- لمونځ په هېڅ شرايطو ان د ډار په حالت او د جګړې په ډګر کې هم نه پرېښوول کېږي. ٢_ د جماعت لمانځه په اهميت کې همدا بس، چې د جګړې په ډګر کې يې هم بايد کولو ته ملا وتړل شي. ٣_ د جنګيالي بايد په هر حال کې خپلو جګړيزو وزلو ته پام وي[418].

((فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا =))

١٠٣_ د لمانځه اهميت: امير المؤمنين علي کرم الله وجهه په څو جملو کې د لمانځه سپارښتنه راته کوي: ((لمونځ پر غاړه واخلئ او په ساتنه کې يې هڅه وکړئ او ډېر يې وکړئ او الله تعالی ته پرې ورنژدې شئ: ((إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا)) ايا د دوزخيانو ځواب نه اورئ، چې وپوښتل شي. څه څيزونه اور (سَقَر) ته راوستئ؟ وايي: لمونځ مونه کاوه[419]))

((إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا =))

١٠٥_ د بېګناه مسلمانانو برائت: ددې آيت او ورپسې څو آيتونو په شأن نزول کې روايت شوى، چې ((بشير)) نامې يو منافق د مسلمان ((رفاعه)) له کوره توره، زرې او څه خوراک توکي غلا کړل. رفاعه خپل وراره ((قتاده)) له پېښې خبر کړ او ((قتاده)) چې يو بدري مجاهد و له، پېښې يې حضرت رسول الله خبر کړ؛ خو بشير او دوه نورو روڼو يې، ((لبيد)) نامې مسلمان (چې له رفاعه سره وسېده) په دې غلا تورن کړ. لبيد له دې ناروا توره سخت غوسه شو، توره په لاس ورغى او په لوړ غږ يې وویل، ما په غلا تورنوئ، تاسې پخپله غله ياست. تاسې هغه منافقان ياست، چې د الله تعالی په استازي پسې مو بد ويل او دا اشعار مو په قريشو پورې ورتړل. يا بايد دا تور راباندې جوت کړئ يا مو په توره وهم. د غله روڼو چې دا حال وليد، د ګوزارې لار يې ورسره ونيوه؛ خو چې خبر شول قتاده رسول الله له پېښې خبر کړى د خپل ټبر يو شاعر يې وليد، چې له يو شمېر کسانو سره پېغمبر اکرم (ص) ته ورشئ او په حق پلوې څېره، غلو ته برائت ورکړئ او قتاده تورن کړئ، چې په ناحقو يې تور راپورې کړى. رسول الله په ظاهرو د عمل د وظيفې له مخې، ددې ډلې شهادت ومانه او قتاده يې پړ کړ. بېګناه ((قتاده)) له دې جريانه سخت خپه شو او خپل تره ته ورغى او په ډېر خواشینۍ يې پېښه وویله. تره يې ډاډمناوه او و یې ويل: مه خپه کېږه، الله تعالی مو ملاتړى دى. په دې باب دا آيت او ورپسې آيت نازل شو او بېګناه (لبيد) ته يې برائت ورکړ او واقعي خاينان يې سخت وغندل.[420]

((وَاسْتَغْفِرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

١٠٦_ رسول الله ته د استغفار امر: په دې باب علامه طباطبايي وايي چې دلته له استغفاره ظاهري مراد دا دى، چې رسول الله له الله و غواړي، د نورو حقوقو لتاړل او د بنيادم په طبع کې چې ځاني غوښتنو ته ورماتېدل نغښتل شوي، د ده په وجود کې له منځه يوسه او و یې بښي، نه داچې پېغمبر ګناه کړې او بښنه يې غواړي؛ بلکې د دفع په مقام کې دى، چې له الله غواړي، د ښویېدو شونتیا او ځاني غوښتنو ته ورماتېدل ترې واخلي. نوځکه د آيت مانا دا ده، چې مه د خاينانو پلوي کېږه او مه ورماتېږه او له خدايه وغواړه، چې پردې چار دې لاسبرى ولري او د خاينانو له خيانته د دفاع ورماتېدل او له زړه يې د ځاني غوښتو تسلط لرې کړي[421].

((وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مُّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا =))

١١٣_ د رسول الله پر عصمت او پاکلمنتوب يو بل دليل: تر (١٠٥) آيت لاندې وويل شول چې يوې خاينې ډلې غوښتل رسول الله په ټګۍ په قضاوت کې تېرباسي؛ خو الله تعالی په وحې د خپل پېغمبر لاسنيوى وکړ او د پېښې له حقيقته يې خبر کړ. دا آيت د هغې موضوع په دوام دى او له دې ګټنه کړاى شو، چې الهي پېغمبر له اشتباه او تېروتنې خوندي دى. په دې آيت کې بايد درې جملو ته پام وکړو: ١_ وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ، الله کتاب او حکمت درباندې نازل کړى)): دا جمله د رسول الله د قضاوت پر بنسټونو يعنې کتاب او سنتو (حکمت) څارنه ده. له دې دوو پراخو تشريعي سرچينو پوهه او اګاهي، په الهي احکامو کې د خونديتوب لامل دى او په پايله کې پېغمبر د الهي احکامو په څرګندنه کې نه تېر وځي؛ ځکه بشر چې تر قيامته څه ته اړتيا لري، په دواړو سرچينو کې راغلي دي. البته څرګنده ده چې پر ټوليزو قوانينو پوهه، په موضوعاتو، جزئياتو او پر خپلو ځايونو د کلياتو (ټوليزو) په تطبيق کې له تېروتنې د خونديتوب لامل نه ګرځي، بلکه له تېروتنې د خونديينې لپاره، يو بل څه ته اړتيا ده، چې په دويمه جمله کې راغلې ده. ٢_ ((وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ، او په څه چې نه پوهېدې درو یې ښوول)). دا کوم علم او پوهه ده، چې پېغمبر نه پوهېده او الله تعالی وروښوول؟ آيا پر الهي ټوليزو احکامو پوهه ده، چې په کتاب او سنتو کې راغلې يا پر واقعياتو او د پېښو پر ځانګړنو پوهه ده؟ شک نشته، لومړى احتمال پوره بې بنسټه دى؛ ځکه په مخکې جمله کې د الهي احکامو پر ټوليزو (کلياتو) پوهه په څرګنده وويل شوه او نور يې بياځلي او ټينګار ته څه اړتيا نشته او هېڅوک احتمال نه ورکوي چې الهي پېغمبر د خپل شريعت له احکامو ناخبره وي، چې ټينګار ته يې زمينه چمتو شي. له دې جملې مطلب هماغه دويم احتمال دى؛ یعنې له واقعياتو يې پرده لرې کړه او له هغې دسيسې يې خبر کړ، چې د رسول الله د ښویېدنې او د يو بېګناه د تورنولو لپاره وه. ٣_ ((وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا، او (تل) د الله پېرزو درباندې ستره ده)). ددې لپاره، چې ونه انګيرل شي، چې دا ډول خونديتوب، يوازې په يوه ځاى يا د قضاوت په هکله دى او په نورو ځايونو کې د رسول الله مخې ته د تېروتنې ور پرانستى دى (يا په نورو ځايونو کې تېر ايستل کېږي) الله په دې آيت کې، دا جمله راوړې په کوم ځاى کې، چې الله يو څه ستر وګڼي، بايد حساب يې له هغه څه جلا کړو، چې موږ يې ستر ګڼو. ستره پېرزوينه، ددې نښه ده، چې ګران رسول الله د ژوند په بهير کې په قضاوتونو، چلن او ناسته پاسته کې له تېروتنې او ښوييدنې خوندي دى. د ويلو ده، د رسالت په چار کې د نغښتي مصلحت له لامله او دا، چې پېغمبر د امت بېلګه ده، بايد د ژوند په بهير کې داسې وي، چې امت يې په اړه د تېروتنې احتمال ورنه کړي او د کړو وړو او ويناوو په منلو او اطاعت کې يې دوه زړي او سرګردان نشي[422].

((لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا =))

١١٤_ د پټو خبرو منع او استثنايي جواز یې: په قرآن حکیم کې په ټوليز ډول پټې خبرې (نجوا) او پټې غونډې جوړول يو شيطاني چار ښوول شوى؛ لکه د مجادلې سورت په لسم آيت کې راغلي: ((بېشکه (د ګناه لپاره) پټې خبرې کول، د شيطان (چار) دى)). څرګنده ده، چې دا چار غالباً د ناسمو کړو وړو لپاره کېږي؛ ځکه معمولاً د خير، ښو او ګټورو چارو کولو ته د پټو خبرو او پټو غونډو اړتيا نشته. البته ځينې وخت فوق العاده شرايط رامخې ته کېږي، چې انسان اړ کېږي، چې د ((نجوا)) دود وکاروي، په قرآن حکیم کې بياځلي دا استثنا راغلې ده لکه د مجادلې سورت په نهم آيت کې: ((مؤمنانو! چې پټې خبرې کوئ؛ نو د ګناه او تېري او (د الله تعالی) له استازي د سرغړاوي لپاره يې مه کوئ او د نېکيو او پرهېزګارۍ لپاره يې وکړئ او (ځانونه) د هغه الله تعالی (له عذابه) وساتئ، چې يوازې لوري ته به يې راغونډ کړاى شئ)) که د خلکو په مخ کې پټې خبرې وشي، د وګړيو بدګوماني راولاړوي او کله ان په دوستانو کې بدويني رامنځته کوي؛ نوځکه غوره ده، چې يوازې د اړتيا پرمهال دا دود وکارول شي او په قرآن حکیم کې د تېر حکم فلسفه همدا ده. البته کله د انساني پت ساتلو ته لازمېږي، چې ((نجوا)) وکارول شي، چې يو يې هم مالي مرستې دي، چې په دې آيت کې يې ((صدقه)) ورته ويلې يا پر نېکيو امر، که کله ښکاره وويل شي، مقابل لورى په خلکو کې خجالت کېږي او ښايي له همدې لامله يې ونه مني او مقاومت وکړي يا د خلکو په پخلاينه کې، چې کله په ډاګه د چارو ويل، د پخلاينې مخه نيسي او بايد له هر لوري سره پټه خبرې وشي، چې پخلاينه رامنځ ته شي. ښه ده، پوه شئ، چې په رواياتو کې خلک نيکو چارو ته رابلل او ترمنځ يې جوړجاړى کول، د صدقې مصاديق ښوول شوي. له رسول الله (ص) روايت شوى، چې ابو ايوب (رض) ته يې وويل: ((آيا له هغې صدقې دې خبر کړم، چې د الله تعالی او پېغمبر يې ښه ايسي؟ د مرورو پخلا کول او د لريو رانژدې کول[423]))

((إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيدًا =))

١١٦_ بې له شرکه د نورو ټولو ګناهونو د بښنې شونتيا: ددې آيت عبارت، په ډېر لږ توپير د همدې سورت په ٤٨ آيت کې هم بيا ځلي شوى. دا آيت له هغو آيتونو ځنې دى چې موحد وګړي د الله تعالی لورنې ته هيلمنوي؛ ځکه بې له شرکه د هرې ګناه د بښنې شونتيا پکې ويل شوې ده. له على کرم الله وجهه روايت شوى: ((تر نورو آیتونو دا آیت را ته خورا هیلمنوونکی دی.)) د ابن عباس په وینا ((دا آيت مؤمنانو ته تر هغه څه غوره دى، چې لمر پرې لګېږي))؛ ځکه ډېرى وګړي شته، چې ستر ګناهونه ترې کېږي او همېشه له الهي بښنې نهيلېږي او همدا لاملېږي، چې پاتې عمر هماغسې په سختې ګناه کې تير کړي؛ خو د الله تعالی بښنې ته هيلمني يوه اغېزمنه وزله ده، چې د ګناه مخه یې نيسي. البته څرګنده ده، چې په دې آيت کې، له بښنې مطلب، بې قيد و شرطه بښنه نه؛ بلکې هغوى رانغاړي، چې له ځانه يو ډول وړتيا وښيي. بايد پوه شو، چې د الله تعالی مشيت او اراده له حکمت سره يې مله ده او بېشکه الهي حکمت نه غواړي، څوک بې څه وړتيا وبښي. پاموړ ټکى داچې دا آيت له توبې سره څه اړيکه نه لري؛ ځکه له ګناه څخه توبه، ټول ګناهونه ان شرک هم وينځي؛ بلکې د الله تعالی په بښنې کې هغوى رانغاړېږي، چې د توبې توفيق يې موندلى نه وي؛ یعنې مخکې تردې، چې له خپلو کړنو پښېمانه شي يا تر پښېمانۍ روسته او د بدو کړونو له جبران وړاندې له نړۍ ولاړ شي.[424]

((لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا =))

١٢٣_ رښتوني او دروغجن امتيازات: تردې آيت لاندې روايت شوى، چې مسلمانانو او کتابيانو پر يو بل وياړنه کوله کتابيانو ويل: زموږ پېغمبر ستاسې تر پېغمبره مخکې و او زموږ کتاب ستاسې له کتابه ښه مخېنه لري. په مقابل کې، مسلمانانو ويل: زموږ پېغمبر د پېغمبرانو خاتم او کتاب يې روستى او پوره آسماني کتاب دى؛ نوځکه درباندې امتياز لرو. دې آيت او ورپسې آيت څرګند کړل، چې د وګړيو ارزښت بدلېږي او سزاګانې يې له هيلو او ادعاو سره هېڅ ډول اړيکه نلري؛ بلکې يوازې په ايمان او صالح عمل پورې تړاو لري. دا يو ثابت آر او نه اوړېدونکى دود او سنت دى، چې ټول ملتونه يې پروړاندې يو ډول دي. هو، قرآن حکیم په يو دين پورې په يوازې ځان ګرسره ادعاوې، خيالي، ټولنيز، نژادي، خېلي او. . . تړاوونه بې ګټې بولي او دې ښوونځي پر بنسټونو ايمان او پر کړنلارو يې عمل کول بنسټيز چار بولي. روايت شوى، چې ددې آيت تر نزول روسته، ځينو مسلمانانو له ډاره وژړل؛ ځکه پوهېدل چې انسان تير وځي او کله شونې ده، ګناه ترې وشي؛ نو که هېڅ ډول بښنه نه وي او انسان د خپلو بدو کړنو سزا وويني؛ نو دا خو يو ستونزمن چار دى؛ نوځکه يې رسول الله ته وويل چې دې آيت خو څه پرېښې نه دي. پېغمبر اکرم (ص) وويل: ((پر هغه قسم، چې زما سا يې په ولکه ده، مطلب هماغه دى، چې په دې آيت کې نازل شوى؛ خو يو زېرى درکوم، چې الله تعالی ته به ستاسې د نژدې کېدو او نيکو چارو کولو ته د هڅونې لامل شي: چې کوم کړاوونه دررسي، ستاسې د ګناهونو کفاره ده، ان که په پښه کې مو اغزى ځي[425]))

((وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلاً =))

١٢٥_ ابراهيم خليل: ((خليل)) د ((خُلت)) له مادې او د اړتيا او حاجت پر مانا ده. خليل، هغه دى چې يوازې الله ته خپلې اړتياوې وايي او له هغه د خپلو اړتياوو لرې کونه غواړي. د امام رضا رحمة الله علیه په يو روايت کې راغلي: ((الله تعالی ځکه ابراهيم علیه السلام خپل خليل کړ، چې د چا غوښتنه يې نه ردوله او (هم) يوازې يې له الله نه غوښتلې)) (الميزان، ٥: ٩٨ مخ). البته ځينې مفسران وايي، چې خليل د ((خُلت)) له مادې، د دوستۍ پر مانا ده، چې په دې توګه د آيت مانا داده، چې ((الله تعالی ابراهيم په خپلې دوستۍ ونيو))؛ خو داچې ابراهيم علیه السلام څه ځانګړنې درلودې، چې الله تعالی دا مقام ورکړ، په رواياتو کې بېلابېل علتونه ورته ياد شوي دي. له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې دا مقام ځکه ورکړاى شوى، چې ډېرې سجدې يې کولې، وږي يې مړول، په پخه شپه کې يې لمونځونه کول يا د پالونکي په لاروي کې خورا هڅاند و.[426]

((وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاء قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاء الَّلاتِي لاَ تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا =))

١٢٧_ تر اسلام وړاندې روسته د ښځو او پلار مړيو وضعيت: د ځينو رواياتو له مخې، دا آيت د همدې سورت په لومړيو آيتونو (چې د پلار مړيو، ميراث او ښځو په باب احکام پکې دي) پسې نازل شوى دى. په جاهليت او د ميراث د آيتونو تر نزول وړاندې، ښځو، نجونو او د ځوانۍ منګ ته نارسېدليو ميراث نه وړه. رسول الله ته راغلل او د ښځو، نجونو او پلار مړيو هلکانو د ميراث په اړه يې څرګندنه ترې وغوښته. دا آيت نازل شو او و یې ويل، احکام يې د همدې سورت په پيل کې ويل شوي دي.[427]

١٢٨_ له ناسازګاره مېړه سره جوړ جاړى غوره دى: ددې آيت په شأن نزول کې روايت شوى، چې ((رافع بن خديج)) دوه مېرمنې درلودې، يوه زړه او بله ځوانه وه. د اختلافاتو له لامله يې زړه، طلاق کړه او لا د عدت وخت يې پوره شوى نه و، چې و یې ویل: که دې خوښه وي، چې پخلا شو؛ خو که هغې بلې مېرمنې ته مې لومړيت ورکاوه؛ نو صبر به کوې او د خپل حق له يوې برخې به تېرېږي. که نه صبر کوم، چې د عدت وخت دې پوره شي او سره جلا شو. ښځې لومړى وړانديز ومانه او پخلا شوو. دا آيت نازل شو او ددې چار حکم يې ووايه[428]. د همدې سورت تر ٣٤ آيت لاندې وويل شو، چې ((نشوز)) يعنې هر يو مېړه او ښځه د مېړه او ښځې له دندو سرغړونه کول دي. په هغه آيت کې، له خپل مېړه سره د ناسازګارې ښځې احکام ويل شوي. له دې آيته، له شأن نزوله يې او هغه روايات، چې ورلاندې روايت شوي، پوهېدل کېږي، که کوم نارينه د مېړه او ښځې په خپلمنځي چارو کې د ناسازګارۍ لار نيولې وي، ښځه له خپلو ځينو حقوقو تيريداى شي، چې د بېلتون او طلاق مخه ونيسي. د کورنيو ګټو له لامله دا سوله او پخلاينه تر بېلتونه غوره ده[429]. البته ښځه شرعي واکمن ته هم تلاى شي، چې له خپل مېړه شکايت وکړي او شرعي واکمن يې چارې سنبال کړي[430].

((وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا =))

١٢٨_ د خپلو حقوقو په اړه د مېرمن او مېړه کنجوسي: ددې جملې ((وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ؛ خلک (په دغسې ځايونو کې د نفسي غوښتنو د غريزې له مخې) کنجوسي کوي)). په څرګندنه کې يې ويلي، چې بخل يو الله تعالی ورکړې غريزه ده، چې انسان پرې خپلې ګټې وساتي او د منځه وړو يې مخه ونيسي. ښځه او مېړه هم د خپلو ګټو او حقوقو په باب کنجوسي کوي او يو هم نه غواړي، حق يې ضايع شي؛ خو که ژوند يې پر بېلتانه پاى مومي؛ نو غوره ده، چې پخلا شي او د واده د پايښت لپاره له خپلو ځينو حقوق تېر شي او خپل بخل ولتاړي[431].

((وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

١٢٩_ له ټولو مېرمنو سره يو رنګ مينه کول ناشونې ده: د آيت ددې برخې ((تاسې بيخي د ښځو ترمنځ عدالت کړاى نشئ)) په باب امام صادق رحمة الله علیه ويلي: ((يعنې د زړګنۍ مينې له پلوه عدالت)) په نورو رواياتو کې هم څرګند شوي، چې دا آيت د ګڼ ښځيزو له جواز سره څه ټکر نه لري؛ بلکې دې واقعيت ته اشاره کوي، چې ناشونې ده ميړ ته دې په يوې اندازې ټولې مېرمنې ګرانې وي. ورسره جوخت امر کوي، چې نه ښايي دا واقعيت پر بلې مېرمن يا مېرمنو د تيري لامل شي[432]. په اسلامي رواياتو کې د مېرمنو ترمنځ د عدالت کولو لپاره ځينې مطالب ويل شوي، چې ددې قانون عظمت راښيي، د بېلګې په توګه، چې د علي کرم الله وجهه به له کو مې مېرمن سره نوبت و ان اودس يې د بلې په کور کې نه کاوه[433]. همداراز له نبي کريم (ص) روايت شوى: ((که د دوه ښځو خاوند، د دواړو ترمنځ په لحاظ والي او مال ويش کې په عدالت ونه چلېږي؛ نو د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې راپاڅي، چې د بدن يو اړخ به پر ځمکه راکاږي، چې په پاى کې اور ته ورننوځي[434]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا =))

١٣٥_ ګواهي او اهميت يې: قرآن حکیم کريم په پرېمانه آيتونو کې په رښتونې ګواهۍ ټينګار کړى دى. په دې آيت کې هم وايي چې د الله تعالی د رضا د لاسته راوړو لپاره، رښتونې ګواهي ورکړئ، که څه دا ګواهي ستاسې يا نژدې خپلوانو په زيان وي. پاکلمنو مشرانو هم پر دې مطلب ډېر تينګار کړى. نبي کريم (ص) ويلي دي: ((د واکمن په مخ کې د دروغو د ګواهۍ ورکوونکي خبره پاى ته نه رسي؛ خو داچې په جهنم کې يې ځاى جوړېږي، دغسې د رښتونې ګواهۍ پټوونکى هم دى[435])) همداراز وايي: ((چې څوک د بل په زيان د دروغو ګواهي ورکړي، د جنت په خورا ټيټو پوړيو کې به له منافقانو سره له ژبې راځوړند وي[436]))

((الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا =))

١٣٩_ عزت له الله تعالی سره دى، نه د الله تعالی له دښمنانو سره: دا آيت ټولو مسلمانانو ته ګوتڅنډنه کوي، چې د ژوند په ګردو چارو (لکه اقتصادي، فرهنګي، سياسي او. . .) کې د اسلام له دښمنانو عزت ونه غواړي؛ بلکې الله تعالی پاک يې باید د ډډې ځاى وي، چې د ټولو عزتونو سرچينه ده. د اسلام غير الله دښمنان، نه څه عزت لري، چې چاته يې وبښي؛ ځکه هره ورځ يې، چې ګټې وغواړي؛ نو سمدستي خپل نژدې ملګري او متحدين پرېږدي او په خپلو ګټو پسې ځي، چې ته وا هډو پيژندل يې نه، ان په ډېرو ځايونو کې چمتو دي، چې د خپلو ګټو لپاره خپل دوستان ځار کړي. لکه چې اوسنى تاريخ پر ډيرو داسې واقعيتونو ګواه دى.[437]

((وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا =))

١٤٠_ د ګناه په غونډو کې ګډون مه کوئ: مفسرينو ويلي، چې له دې جملې (او الله تعالی په قرآن حکیم کې (دا حکم درباندې نازل کړى دى) مراد، د انعام سورت ٦٨ آيت دى، چې رسول الله او په واقع کې ټولو مؤمنانو ته وايي: ((او، چې دې وليدل، هغوى زموږ پر آيتونو ملنډې وهي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې، چې پر نورو خبرو بوخت شي او که شيطان (دا مخ اړونه) درنه هېره کړه او بيا درياد شوه؛ نو له دې ظالمې ډلې سره به نه کېنې)) له دې آيته څو ټکي پوهېدل کېږي: ١_ د ګناه په غونډو کې ګډون، پخپله ګناه ده، که څه ګډونوال چوپ وي؛ ځکه دا ډول چوپتياوې يو ډول خوښه اوعملي لاسليک دى. ٢_ که د ګناه د غونډو مخنيوى کولاى نه شو؛ نو بايد یې پرېږدو. ٣_ له کافرانو او ګناهګارانو سره ناسته پاسته او په غونډو کې يې ګډون، د نفاق د روحيې نښه ده؛ ځکه يو واقعي مسلمان بيخي په هغو غونډو کې برخه نه اخلي، چې آيتونو او الهي احکامو ته پکې سپکاوى کېږي او دى به نیوکه پرې و نه کړي يا لږ تر لږه په ورپرېښوو يې خپل خپګان څرګند نه کړي.[438]

((الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً =))

١٤١_ الله تعالی هېڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو څه لاسبرى ورکړى نه دی: ځينو مفسرينو ويلي، له دې جملې ګټنه کېږي، چې کافران به يوازې د پوښتنې او منطق له پلوه نه؛ بلکې له پوځي، سياسي، فرهنګي، اقتصادي او. . . اړخونو پر مؤمنانو لاسبرېداى نشي او که په بېلابېلو ډګرونو کې يې پر مسلمانانو بريا وينو لامل يې دا دى، چې ډېرى مسلمانان، رښتوني مؤمنين نه دي، د ايمان لار، دود او خپل مسووليتونه يې يو مخې هير کړي. نه يې ترمنځ يووالى او اسلامي اخوت شته او نه په واقعي ډول جهاد کول او نه لازمه پوهه لرې (حال دا اسلام د زوکړې له وخته د مرګ تر شېبې د پوهې زده کړه لازمه کړې ده[439])

((إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً =))

١٤٢_ منافقان غواړي الله تعالی وغولوي: مفسرانو د آيت ددې جملې په توضيح کې ويلي، په هماغو شېبو کې چې د منافقانو په مغزو کې د دوکې چټله اندنه تېرېږي، پخپله په يو ډول دوکه کې راګير شوي؛ ځکه د ناڅيزه پانګې د لاس ته راوړو لپاره ستره پانګه يا ايمان له لاسه ورکوي او د مشرانو يوه کيسه ده، چې کسبګرو ته يې ويل: د مسافرو له دوکې وډارشئ، چا وويل: هغوى ساده او ناخبره دي او موږ يې دوکه کولاى شو. مشر وويل: زما هم همدا مطلب دى. تاسې له دې لارې ناڅيزه پانګه ترلاسه کوئ؛ خو د ايمان ستره پانګه له لاسه ورکوئ[440]. په يو روايت کې راغلي چې يو تن رسول الله (ص) وپوښت: په څه به د قيامت ورځې له عذابه بچ شو؟ حضرت (ص) وویل: ((ژغورنه په دې کې ده، چې له الله تعالی سره دوکه مه کوئ، چې هغه به دوکه درسره وکړي؛ ځکه څوک چې له الله تعالی سره دوکه کوي؛ نو الله تعالی هم دوکه ورسره کوي او له زړه يې ايمان اخلي. چې څوک له الله تعالی سره دوکه کوي؛ نو په حقيقت کې له ځان سره يې کوي؛ خو نه پوهېږي)) و یې پوښتل: بنده څنګه الله تعالی دوکه کولاى شي؟ و یې ويل: ((د الله تعالی پر لارښوونوعمل کوي؛ خو منظور يې ((غير الله)) وي؛ نوځکه له ريا او ځانښوونې ډډه وکړئ، چې له الله تعالی سره شرک دى. د قيامت پر ورځ ځانښوونکى په څلورو نامو يادېږي او ورته وايي: کافره!، فاجره! دوکه ماره! زيانکاره. کړه وړه دې له منځه ولاړل او باړه دې پوپنا شوه او نن څه بدله نه لرې اوس بدله دې له هغه وغواړه، چې کړنې دې د هغه خوشحالۍ ته کولې[441]))

١٤٢_ منافقان خو ډېر لږ الله تعالی يادوي: د آيت تردې برخې (((منافقان) خلکو ته ځان ښيي او الله تعالی ډير لږ يادوي)) لاندې له علي کرم الله وجهه روايت شوى: ((چې څوک الله تعالی په خلوت، ګوښه او پټه ياد کړي، الله تعالی يې ډېر ياد کړى دى. هو، منافقان الله تعالی په ښکاره يادوي؛ خو په پټه کې يې نه يادوي؛ نوځکه یې الله تعالی په اړه وايي: ((خلکو ته ځان ښيي او الله تعالی ډېر لږ يادوي)))) په بل روايت کې تر همدې آيت لاندې له رسول الله (ص) روايت دى: ((د منافق لمونځ داسې دى، چې کېني او لمر ته يې سترګې نيولې وي، چې څه وخت به لوېږي؛ نو په دغسې موقع کې پاڅي او سر د کارغه په څېر څلور ځل پر ځمکه وهي او الله تعالی ډېر لږ يادوي[442]))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا =))

١٤٨_ د غيبت د جواز يوځاى: مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي: الله تعالی، چې په دې آيت کې استثنا راوړې (يعنې مظلوم اجازه لري، د ظالم بدي رابرسيره کړي) په دې مانا نه ده، چې مظلوم اجازه لري، چې په هر ډول د ظالم ټولې بدۍ اعلان کړي او په مشهوره وينا، چې هرڅه يې له خولې راووځي، ورته يې ووايي؛ بلکې پر دې مانا ده، چې مظلوم اجازه لري په هماغه ځانګړي ځاى کې چوپ نشي او د خپل حق اخستو لپاره په ډاګه په لوړ غږ د ظالم ظلم ښکاره کړي او له ده سره د شوي ظلم په تړاو بدې ځانګړنې یې یادې کړي[443]. مفسرينو او فقهاوو له دې آيته ګټنه کړې، چې د غيبت د جواز يو ځاى د مظلوميت اعلانول دي[444].

((إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً= ))

١٥٠- د ایمان او کفر ګډوله: دا آيت، د يهودو او مسيحيانو حال څرګندوي. يهوديانو مسيح علیه السلام پر رسميت نه پيژانده او دواړو، د اسلام رسول الله حال دا د اسماني کتابونو له مخې، ددې پېغمبرانو نبوت ورته جوت شوى و، د واقعيتونو په نه منلو کې يې دا توکم او تبعيض (چې له ځاني غوښتنو، جاهلي تعصبونو، کينې او بې دليله تنګ نظر يو راولاړ شوى) پر پېغمبرانو او الله تعالی د نه ايمان درلودو نښه ده؛ ځکه ايمان دا نه دى څه چې د انسان خوښه وي و یې مني او چې خوښه يې نه وي و یې نه مني. دا يو ډول ځان غوښتنه ده، نه الله تعالی نمانځنه[445]. که په خپله زمانه کې ځير شو، وبه مومو، د اسماني اديانو ډېری پلويان په دې آيت کې رانغاړېږي، ان ډيرى مسلمانان. که پر يهودو او مسيحيانو سترګې پټې کړو – چې له الهي دين ځينې يې په فرسنګونو لرې شوي – ډېرى مسلمانان هم په دې آيت کې رانغاړېږي؛ ځکه د عمل په ډګر کې يې ښوولې، ډير الهي احکام يې، چې خوښ نه دي پابند پرې نه دي. حجاب، ربا، غنا، خمس، د ښځو او نارينه و يو ځاى والى او اختلاط او نور ډير احکام، دين پر دې احکامو په عين ټينګار کې، داسې موضوعات دي، چې ډېرى مسلمانان يې ديني کچو ته بې پامه دي حال دا د اسلام له مهمو شرایطو ځنې يو دا دى، چې ګرسره هغه څيزونه به مني او التزام به پرې کوي، چې الهي پېغمبرانو او امامانو امر پرې کړى دى. د بقرې سورت په ٢٨٥ آيت کې وايي: ((او ټولو مؤمنانو پر الله، پرښتو، كتابونو او استازیو يې ايمان راوړى (او وايي:) ((د الله تعالی د استازیو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټولو ايمان لرو))) او (هم یې) وويل: ((موږ واورېدل او غاړه مو كېښووله. . .))

((يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاء فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا=))

١٥٣_ په يو ځاى د قرآن حکیم د نازلېدو غوښتنه: ددې آيت په شأن نزول کې راغلي، چې يو شمېر يهوديان پېغمبر ته ورغلل او و یې ويل: که د الله تعالی پېغمبر يې؛ نو خپل اسماني کتاب دې يوځاى راوړاندې کړه؛ لکه چې موسى علیه السلام تورات يوځاى راووړ. دا آيت نازل شو او ځواب يې ورکړ[446].

((وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا =))

١٥٦_ پر حضرت مريم (س) د کتابيانو تور: له دې غټ توره مراد، د زنا تور دى. لکه چې قرآن حکیم د مريم سورت په ٢٧ آيت کې اشاره ورته کوي: (نو مريمې ماشوم په غېږ کې نيولى و او خپل قوم ته راغله، خلکو ويل: ((مريمې! ډېر عجيب او ناوړه چار دې کړى دى!)) د حضرت مريم (س) په باب دا ګروهه، هم کفر دى او هم تور؛ ځکه حضرت عيسى علیه السلام په زانګو کې خلکو ته وويل: ((زه د الله تعالی بنده يم. هغه آسماني (کتاب) راکړى او زه يې پېغمبر کړى يم[447])). نو حضرت په زانګو کې په خپلو خبرو جوته کړه، چې زه سپېڅلى او له پاکې مور زېږيدلى يم. ددغسې ستر تور د بدوالي او پايلو په باب الله تعالی د نور سورت په ٢٣ آيت کې ويلي: ((بېشکه چې څوک پر پاکلمنو (او له هر ډول چټليو) پر ناخبرو او مؤمنو ښځو تورونه تپي، په دنيا او آخرت کې له الهي رحمته لرې او ورته ستر عذاب دى))[448]

((وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا =))

١٥٧_ حضرت عيسى علیه السلام پر دار ځړول شوى نه دى: په دې آيت کې، د حضرت عيسى علیه السلام پر دار ځړول او وژل يې په سخته رد شوي دي، ګڼ شمېر تاريخي دلايل هم ښيي، د مسيح علیه السلام پر دار ځړول او وژل پرېکنده نه دي او د مسيحيانو د اسنادو له مخې، د ډېرې اوچتې تېروتنې شونتيا وه. ځينې دلايل يې دا دي:

١_ اوسني څلور ګوني اناجيل، چې د حضرت عيسى علیه السلام پر دار ځړولو ګواهي ورکوي، کلونه کلونه تر مسيح علیه السلام روسته، زدکړيالانو يا يې د زدکړيالانو زدکړیالانو کښلي دي، چې مسيحي تاريخپوهان پرې منښته کوي. ٢_ د اناجيلو د وينا له مخې پر حضرت مسيح علیه السلام د بريد پرمهال زدکړیالان يې وتښتېدل؛ نوځکه د حضرت عيسى علیه السلام پر دار ځړول يې له هغو ډنډورو ځنې واخستل، چې په خلکو کې خپره وه. ٣_ يو بل لامل چې له بل چا سره د حضرت عيسى علیه السلام اشتباه کول شوني کوي، هغوى چې له ښاره بهر د ((جستيماني)) بڼ ته د حضرت عيسى علیه السلام نيولو ته ورغلي وو، يوه ډله رومي پوځيان وو، چې په پوځي چوڼۍ کې پر دندو اخته وو. دې ډلې نه يهوديان پېژندل او نه د دوى پر آدابو او دودونو پوهېدل او نه يې د حضرت عيسى علیه السلام زدکړیالان له خپل استاده بېلولاى شول. نور دلايل هم د تيروتنې شونتيا تاييدوي. اسلامي روايات هم وايي چې الله تعالی د بل تن مخ د مسيح علیه السلام پر څېر کړ او دا لامل شو، چې يې ونيسي او د عيسى علیه السلام پرځای يې ووژني. په هر حال، له قرآن حکیم کريم او رواياتو ګټنه کېږي، چې حضرت عيسى علیه السلام له نړۍ تللى نه دى او الله تعالی له ځمکې پورته بېولى دى؛ خو له موږ ځنې دا عروج او د ژوند څرنګوالي يې پټ دى.

((وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا =))

١٥٩_ د مسيح علیه السلام تر رحلت وړاندې ټول کتابيان ایمان پرې راوړي: تردې آيت لاندې بېلابېل تفسيرونه اوڅار شوي؛ خو د حضرت مسيح علیه السلام ژونديتوب او په آخر الزمان کې يې ځمکې ته د راستنېدا په پامنيوي – لکه چې له رواياتو ګټنه کېږي، چې حضرت مسيح علیه السلام د حضرت مهدي علیه السلام د راښکاره کېدو پرمهال له اسمان راکېووځي او په مهدي عليه السلام پسې لمونځ کوي او يهود او نصارى يې ويني او پر هغه او مهدي (عج) ايمان راوړي – د آيت تفسير دا دى، چې ټول کتابيان د حضرت مسيح علیه السلام تر رحلت وړاندې پرې ايمان راوړي او هغوى چې ځمکې ته د مسيح علیه السلام تر راستنېدا وړاندې ومري، د مړيني پرمهال او د مادي نړۍ د پردو په لرې کيدو، پر حقيقت پوهېږي. هغوى چې له نبوته يې منکر وو، ايمان پرې راوړي او هغوى چې الله تعالی يې باله، په خپلې تېروتنې به وپوهېږي – او البته دا اضطراري ايمان څه ګټه نه لري-؛ خو هغوى يې، چې ځمکې ته راستنېدا وننګيري، پر حقاينت يې ايمان راوړي او که پر هغه مهال هم ايمان رانه وړي، د مړينې پرمهال به په زور ايمان راوړي. الله تعالی په دې آيت کې وايي، چې مسيح علیه السلام ژوندى دى او هله به ومري، چې ګرسره کتابيان پرې ايمان راوړي او په دې توګه پر دار ځړول او وژل يې ردوي[449].

((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا =))

١٦٣ د اسلام پېغمبر په دين کې د ټولو تېرو اديانو ځانګړنې رانغښتل شوي دي: ځينې مفسرانو له دې آيته ګټنه کړې، چې قرآن حکیم، رسول الله ته دا ټکى اعلانوي، چې ستا په دين کې، د ټولو تېرو اديانو ځانګړنې راټولې شوي. د اهلبيتو په ځينو رواياتو کې هم دې مانا ته اشاره شوې او د مفسرينو ويناوې هم ددې ډول رواياتو پايله ده.[450]

١٦٣_ د داؤد عليه السلام کتاب: په دې آيت کې لولو، چې ((زبور)) يو آسماني کتاب دى چې الله تعالی تعالى پر حضرت داؤد علیه السلام نازل کړى دى. دا خبره له دې مشهورې خبرې سره (چې اولوالعزم او د آسماني کتابونو او نوي دين درلودوونکي پېغمبران تر پينځو تنو ډېر نه دي) څه ټکر نه لري؛ ځکه لکه چې څنګه له قرآن حکیمي آيتونو او اسلامي رواياتو ګټنه کېږي، پر پېغمبرانو، چې آسماني کتابونه را نازل شوي دو ډوله دي: ١_ په هغو کتابونو کې، چې تشريعي احکام وو او نوى دين یې اعلاناوه؛ نو له پينځو کتابونو ډېر نه وو، چې پر پينځو تنو اولوالعزم پېغمبرانو نازل شوي. ٢_ هغو کتابونو چې نوي احکام يې نه درلودل؛ بلکې نصايح، پندونه، لارښوونې سپارښتنې او دعاګانې پکې وې، چې يو يې هم ((زبور)) دى. که څه دا کتاب د نورو اوسنيو او پخوانيو زمانو د کتابونو په څېر له اړونې خوندي پاتې شوى نه دى؛ خو تر يوه بريده يې خپله بڼه ساتلې ده. دا کتاب (١٥٠) څپرکي لري، چې هر يو ((مزمور)) يادېږي او سراسر نصيحت، دعا او مناجات دي.[451]

((وَرُسُلاً قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلاً لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا =))

١٦٤_ هغه پېغمبران، چې نامې يې په قرآن حکیم کې راغلي: تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوى: ((ځينو انبياوو، له خلکو خپل نبوت پټاوه او له همدې لامله يې نامه په قرآن حکیم کې ياد شوى نه ده؛ خو ځينو خپل نبوت په ډاګه کړى او دا هماغوى دي، چې په قرآن حکیم کې يې نامه راغلې او دا آيت همدې مانا ته اشاره لري[452])).

١٦٤_ له موسى علیه السلام سره د الله تعالی د خبرو يوه بېلګه: قرآن حکیم په ګڼ شمېر ځايونو کې له حضرت موسى علیه السلام سره د الله تعالی خبرو ته اشاره کړې او ځينې برخې يې ويلي. په اسلامي رواياتو کې يې هم ډېرې برخې روايت شوي دي. د حضرت علي کرم الله وجهه په يو روايت کې راغلي، چې الله تعالی حضرت موسى علیه السلام ته وويل: ((څلور سپارښتنې درته کوم، چې په رعايت کې يې هڅاند وسه: لومړى، چې خپل ګناهونه دې بښل شوي ليدلي نه وي، د نورو په عيوبو او نيمګړنو لګیا کېږه مه. دويم: تر هغې، چې دې زما زېرمې پاى ته رسېدلې ليدلي نه وي، خپلې روزۍ ته دې خپه کېږه مه. درېيم، چې دې زما واکمني له منځه تلوونکي ليدلي نه وي، بې له ما بل ته هيلمن کېږمه مه. څلورم، چې شيطان دې مړ ليدلى نه وي؛ نو له دوکې او دسيسو يې خوندي وسه مه))[453].

((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً =))

١٧١_ غُلّو: په آسماني اديانو کې د کږلېچ له خورا مهر سرچينو ځنې يو هم، د مشرانو په هکله غلو ده. داچې انسان له خپل ځان سره مينه لري؛ نو ښه يې ايسي خپل مشران تر هغه څه ستر وښيي، دي، چې خپل عظمت يې زيات ښوولى وي. کله دا انګيرنه چې د مشرانو په هکله غلو، پر هغوى د ايمان نښه او ورسره د مينې ښوول دي، ددې لاملېږي، چې د بېلاريتوب په زخمه کې ورګډ شي. له غلو سره دا ستر عيب مل دى، چې د دين آريزه جرړه؛ یعنې الله تعالی نمانځنه او توحيد خرابوي. له همدې لامله، اسلام د غُلاتو په باب سخته سختګيري کوي او غُلات د عقايدو او فقهې په کتابونو کې خورا بدترين کفار ښوول شوي دي. له علي کرم الله وجهه روايت شوى دى: ((له ما سره په تړاو دوه تنه هلاکېږي: هغه چې په دوستۍ کې مې اغراق کوي او هغه چې په دښمنۍ کې مې له بريده اوړي[454]))

 په بل روايت کې راغلي، چې حضرت علي هغه سړي ته (چې ده په ستاينه کې يې افراط کاوه او امام پوهېده، چې زړه او خوله يې يوه نه ده) وويل: ((زه تر هغه خورا ټيټ يم، چې يې وايې، او تر هغه څه خورا اوچت او لوړ يم، چې په زړه کې دې دي))[455]

١٧١_ د مسيحيت خورا ستر کږليچ: مسيحان، چې په کومو کږليچونو کې راګير دي؛ خورا بدتر يې ((تثليث)) دى. په ډاګه وايي، چې الله تعالی هم ((درې ګونې)) دى او هم ((يو)) يعنې هم ((وحدت)) حقيقي بولي او هم ((درې ګونيتوب)) واقعي ګڼي. دې موضوع مسيحي پلټونکي ته ستره ستونزه راولاړه کړې ده. که حاضر وي، چې د الله تعالی ((يو ګوني توب)) مجازي او ((تثليث)) حقيقي يا تثليث مجازي او توحيد حقيقي وبولي؛ نو مسله ساده وه؛ خو هېښنده داچې دواړه حقيقي او واقعي بولي. نو دلته مسيحيان، له يو نامعقول مطلب سره مخ دي؛ ځکه د (١= ٣) معادله د لومړني ښوونځي زدکړیال هم نه مني، له همدې لامله وايي، چې بايد دا ګروهه د عقل په کچه نه؛ بلکې بايد د تعبد او زړه په کچه ومنو. له همدې ځايه له منطق او عقل سره د دين ټکر او پرديتوب پيلېږي او ځينې مسيحيان دې خطرناکې وادۍ ته رسي، چې دين عقلي اړخ نه لري؛ بلکې يوازې زړګنى نمانځيز او تعبدي اړخ لري. همدغسې د اوسني مسيحيت د منطق له پلوه ((علم او دين)) يو له بله پردي او په ټکر کې دي؛ ځکه علم وايي، ((درې)) شمېره بيخي له ((يوه)) سره مساوي نه ده او اوسني مسيحيت وايي، چې مساوي ده.[456]

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا =))

١٧٤_ برهان او رڼا: د ځينو پوهانو په ګروهه، برهان، د سپينېدو پر مانا ده او داچې ښه استدلال اورېدونکي ته د حق څيره بربنډه او سپينوي؛ نو برهان ورته وايي. په دې آيت کې له برهانه مطلب، پخپله نبي کريم (ص) او له رڼا مطلب، قرآن حکیم مجيد دى[457]. د قرآن حکیم د رڼا ځانګړنه داده، چې هم يې پوهاوى او معارف څرګند او له ابهام او تيارې خوندي دى او هم بشري ټولنې له هر ډول عقيدتي او اخلاقي تپو تيارو ژغوري او د لارې او موخې په ټاکنه اوغوراوي کې يې له سرګردانۍ او هېښندتوب ساتي او سمې لارې (صراط المستقيم) او د الله تعالی همېشني جنت ته يې ورسيخوي[458]. په نورو رواياتو کې برهان په رسول الله (ص) تفسير شوى او رڼا په علي کرم الله وجهه . دا تفسير له مخکيني تفسير سره څه ټکر نه لري؛ ځکه شونې ده، له رڼا پراخه مانا په پام کې ونيول شي، چې هم قرآن حکیم او هم علي کرم الله وجهه (چې د قرآن حکیم پاسوال، حافظ، حقيقي مفسر او مدافع دى) راونغاړي.[459]

 

سورة المائده

د المائده سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت يوه برخه اسلامي معارف او ځينې ديني احکام او دندې رانغاړي[460]. ښايي ويلاى شو، چې ددې سورت آريزه موخه پر ژمنې او سمو تړونونو وفا ته بلنه وي[461].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ =))

١_ پر ژمنو او تړونونو د وفا اهميت: دا سورت پر ژمنې د وفا پر سپارښتنه پيلېږي. مفسرانو ويلي چې له ژمنو او تړونونو مطلب، ټول هغه تړونونه دي، چې انسان يې تړلاى شي؛ که دا له الله تعالی سره د انسان ژمنه وي که له پېغمبر يا خپل مشر سره د خلکو ژمنه وي، که له ځان سره د انسان ژمنه وي او که د خلکو ترمنځ خپلمنځي تړونونه وي؛ لکه مالي تړون، د واده تړون او. . . که په ځير انساني ټولنو ته ووينو؛ نو مومو، چې د يوې ټولنې بنسټ پر ژمنو او تړونونو ولاړ دى. له کوشنۍ ټولنې يعنې کورنۍ نيولې تر سترې ټولنې لکه هېواد پورې. له دې لامله قرآن حکیم په ټينګه پر ژمنې او تړون د وفا ټينګار کړى دى. ان د مکې تر سوبې روسته، چې واک له مسلمانانو سره شو او قرآن حکیم حکم وکړ، چې مشرکان دې يا مسلمانان يا ووژل شي؛ خو له مسلمانانو سره همژمني مشرکان يې تر هغې مستثنا کړل، چې د ژمنې وخت يې پوره شي (د توبې سورت لومړني آيتونه) البته څرګنده ده، چې تر هغې پر ژمنې وفا سمه ده، چې مقابل لورى وفا پرې وکړي[462]. پاکلمنو امامانو هم پر ژمنې د وفا ډېر ټينګار کړى دى. له رسول الله (ص) روايت شوى: ((چې څوک پخپله ژمنه ولاړ نه وي، دين نه لري)) له امام صادق څخه په يو روايت کې راغلي: ((الله تعالی هيچاته له درېيو څيزونو سره د مخالفت اجازه ورکړې نه ده: ١_ د نېکچاري يا بد چاري د امانت ورسپارنه. ٢_ له نېکچاري يا بد چاري سره پر کړې ژمنه وفا. ٣_ له نېکچارو يا بد چارو مورو پلار سره نېکي[463]))

٢_ د مرستې او لاسنيوي کچه: دا آيت، يو ټوليز اسلامي آر څرګندوي، چې سراسر ټولنيز، حقوقي، اخلاقي او سياسي مسايل رانغاړي. ددې آر له مخې مسلمانان مؤظف دي، چې په ښو چارو کې د يو بل لاسنيوى وکړي؛ خو په باطلو موخو، ناسمو کړنو او ظلم کې مرسته په مطلق ډول منع ده، که څه کوونکى يې د انسان نژدې ملګرى يا رور وي، او کټ مټ په عربي جاهليت کې ددې قانون پرخلاف دى، چې: ((انصرا خاک، ظالماً او مظلوماً – د رور (یا دوست او همژمني) دې ملاتړ وکړه، ظالم یا مظلوم)) په جاهليت کې که د يو ټبر وګړيو به د بل ټبر پر وګړيو بريد کاوه، د ټبر نور وګړي به يې ملاتړ ته راپاڅېدل. بې له دې، چې وڅېړي، بريد په عدل يا ظلم شوی. دا آر په نننۍ نړيوالو اړيکو کې هم واکمن دى او غالباً همژمني يا ګډګټې هېوادونه په مهمو نړيوالو چارو کې د يو بل ملاتړ کوي. بې له دې، چې د عدل آر په پام کې ونيسي او ظالم له مظلومه بېل کړي. اسلام پر دې جاهلي قانون د بطلان او چليپا کرښه راکښلې او امر يې کړى، چې مسلمانان دې په خپلو کې يوازې په ښو چارو، ګټورو او رغنده کړنلارو کې لاسنيوى کوي، نه په ګناه، ظلم او تيري کې. په اسلامي رواياتو کې هم، په دې باب پريمانه ټينګار شوى لکه چې له نبي کريم (ص) څخه روايت دى: ((چې د قيامت ورځ جوړه شي، منادي غږ کوي: چېرې دي ظالمان او ملاتړي يې او هغوى چې ځانونه يې د هغوى په څير کړي وو؟ ان هغوى چې قلم او رنګ يې ورته جوړ کړى؛ نو دوى ټول په يو اوسپنيز صندوق کې اچول کېږي او جهنم ته ورګوزارېږي[464]))

((حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= ))

٣_ ولايت؛ د دين پوره کوونکی او د نعمت تماموونکى: د مفسرانو ترمنځ دا ويينه ده، چې په آيت کې له ((اليوم)) (چې دوه ځل راغلى) څخه څه مطلب دى؛ یعنې کومه ورځ ده، چې دا څلور اړخونه پکې راټول شوي دي: کافران پکې نهيلي شوي، دين پکې پوره شوى، د الله تعالی نعمت پکې تمام شوى او الله تعالی د اسلام دين د نړيوالو نهايي دين منلى دى. مفسرانو په دې هکله ډېرې خبرې کړې؛ خو شک نشته چې د رسول الله(ص) د ژوند په تاريخ کې به دا خورا مهمه ورځ وي. په دې ترڅ کې، ټول شيعه مفسرين، دا مهمه ورځ د ذى الحجې اتلسمه (د خم غدیر ورځ) بولي، هغه ورځ چې د اسلام رسول الله(ص) په رسمي توګه امير المؤمنين علي کرم الله وجهه خپل ځايناستى وټاکه. پر هغه ورځ کفار د نهيلۍ په څپو کې ډوب شول؛ ځکه تمه يې وه، چې د اسلام دين به پر وګړي ولاړ وي او د رسول الله په تلو به حالات د مخکې په څېر او سوکه سوکه به د اسلام ټغر راټول شي؛ خو چې و یې ليدل داسې يو تن د رسول الله ځايناستۍ ته ټاکل شوى او رسول الله له خلکو ورته بيعت اخستى، چې تر رسول الله (ص) روسته په خلکو کې د تقوى، علم، ځواک او عدالت د اړخونو له مخې سارى نه لري. نو نهيلۍ راونغاړل او پوه شول، چې اسلام داسې يو دين دى، چې جرړې لري او پايښتی دی. پر دې ورځ اسلام، خپل واقعي تکامل ته ورسېد؛ ځکه رسول الله ته بې د ځايناستۍ له ټاکنې او د مسلمانانو د راتلونکي حالت له ناڅرګندتيا پرته، دا دين نهايي تکامل ته نه رسېده، هغه ورځ وه، چې د خلکو راتلونکي ته د علي کرم الله وجهه په څېر د لايق او وړ مشر په ټاکنې د الله تعالی نعمت تمام شو او هم پر هغه ورځ، چې د اسلام کړنلارې پوره شوې؛ نو الله تعالی د نهايي او نړيوال دين په توګه ومانه په يو روايت کې راغلي، چې رسول الله په خم غدير کې، علي کرم الله وجهه د خلکو چارواکى معرفي کړ او خلک لا خواره شوي نه ول، چې د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ. . .)) آيت نازل شو. په دې موقع کې رسول الله وويل: ((الله اکبر د دين پر تکميل او د پالونکي د نعمت پر اتمام او زما له رسالته او تر ما وروسته د علي له ولايته يې خوښي)) بيا يې وويل: ((د چاچې زه مولا يم، علي يې مولا دى الله تعالی دې هغه دوست وګڼي، چې هغه دوست بولي او هغه دې دښمن وګڼي، چې علي دښمن بولي، چې څوک يې مرسته وکړي ملاتړى يې شه او چې څوک يې له مرستې لاس واخلي، لاس ترې واخله)). دلته يوه پوښتنه ده د آيت دا برخه، چې د غدير په پېښې پورې اړوند ده؛ نو ولې د حلالې او مردارې غوښې له مطالبو سره يو ځاى راغلې ده. په ځواب کې وايو؛ ځکه په غدير پورې اړوند آيت له اړونې، لرې کونې او بدلونه خوندي وي؛ ځکه ډېر داسې کېږي، چې يو نفيس او ارزښتمن څيز په يو ساده څيز کې رانغاړي، چې ډېر لږ ورته پام شي. د رسول الله (ص) د عمر په روستيو ساعتونو کې، چې کو مې پېښې رامخې ته شوې او ځينو وګړيو په ډاګه د پېغمبر له لوري د وصيت پاڼې له کښلو سره مخالفت وکړ. تردې چې _ العياذ بالله_ رسول الله (ص) يې په پرتو ويلو او هذيان تورن کړ، چې دا يو څرګنده شاهدي ده، چې ځينو وګړيو د پېغمبر د ځايناستي په هکله ځانګړى حساسيت درلود او انکار ته يې پر کوم بريد قايل نه وو. آيا دغسې شرايطو نه ايجابوله چې په خلافت پورې د اړوند اسنادو ساتنې او راتلونکيو ته يې رسولو لپاره، دغسې وړاندوينې وشي او له ساده مطالبو سره ورګډ شي، چې د سرسختو مخالفينو ډېر لږ پام وروګرځي؟! پر دې سربېره د اهلسنتو په ډېرى کتابونو کې د غدير په ورځې پورې اړوند اسناد هم راغلي دي[465].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =))

٦_ په اوداسه کې د لاسونو وينځل: دا آيت، اوداسه، غسل او تيمم ته اشاره لري. البته د اهلبيتو د امامانو په رواياتو کې يې په اړه جزيي ټکي او د کولو څرنګوالى ښوول شوى دى. د آيت يو ټکى دا دى، چې په اوداسه کې ((لاسونه ترڅنګولو ووينځئ)). بايد پام مو وي، چې په اوداسه کې د لاسونو وینځلو بريد ((ترڅنګولو پورې)) ښوول شوى؛ ځکه ((مرافق)) د مرفق جمع د څنګل پر مانا ده، چې وويل شي لاسونه ومينځئ. شونې ده، ذهن ته راشې، چې تر مړوندونو يې ومينځئ؛ ځکه غالباً همدومره وینځل کېږي. ددې توهم د لرې کولو لپاره وايي: ترڅنګلو يې ووينځئ. په دې څرګندنې روښانېږي، چې په دې آيت کې د ((الى)) کلمه يوازې د وينځلو د بريد لپاره ده او نه د وينځلو څرنګوالي ته. خو ځينو ګڼلې، چې آيت وايي: بايد لاسونه د ګوتو له سرونو د څنګولو پر لور ووينځئ. لکه چې په يو شمېر اهلسنتو کې دود ده. او مثال یې دا دى، چې څوک يو کارګر ته سپارښتنه وکړي، چې د کوټې دېوال له غولي تر يوه متره پورې رنګ کړه. ښکار ده چې منظور دا نه دى دېوال له کښته نه پورته رنګ شي؛ بلکې منظور دا دى، چې بايد هومره رنګ شي، نه ډېر او نه لږ؛ نوځکه په دې آيت کې يوازې د لاس وینځلو بريد ښوول شوى او د وينځلو څرنګوالى يې د پېغمبر سنتو ته (چې موږ ته د اهلبيتو له لارې رارسېدلي) ورپرېښوول شوي او هغه له څنګلو ځنې د ګوتو تر سرونو پورې وینځل دي.[466]

٦_ د تيمم خاوره: الله تعالی په دې آيت کې وايي، چې ((پر پاکه خاوره تيمم وکړئ)) له دې ځايه څرګندېږي، چې بايد د تيمم خاوره پوره پاکه وي. موږ ته چې د اسلام له مشرانو کوم روايات رارسېدلي، پر دې موضوع يې هم ټينګار کړى دى. په يوه روايت کې لولو: ((علي کرم الله وجهه د سړکونو په (چټلې) خاورې له تيمم کولو منع کړې ده[467]))

٦_ د اوداسه مانيزې اغېزې: د اوداسه پر روغتيايي ګټو سربېره مانيز او روزنيز اړخ هم په انسان کې ډېرې اغېزې راپيدا کوي، البته په دې شرط، چې د الله تعالی لپاره وشي. د امام رضا رحمة الله علیه په يو روايت کې لولو: ((د نمانځنې او عبادت په پيل کې ځکه د اودس کولو امر شوى، چې کله بندګان الله تعالی ته درېږي او مناجات ورسره کوي؛ نو (بايد) له چټليو پاک وي. پردې سربيره، اودس ددې لاملېږي، چې له انسانه د خوب او ستړيا اغېزې لري کوي او انسان له زړه نه د الله تعالی درشل ته د درېدو لپاره پاکوي[468]))

٦_ د احکامو تشريع او د الهي نعمت پوره کېدل: په آيت کې له نعمته مطلب، الهي دين دى. آيت وايي چې الله تعالی د ټولو ديني لارښوونو په تشريع سره دين پوره کوي او پر بندګانو سترې لورنې پېرزو او پوره کوي. اودس، تيمم اوغسل د دين د احکامو يوه برخه دي؛ نوځکه د الهي نعمت په اتمام کې ونډه لري.[469]

((وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ =))

٧_ ټينګه اخستل شوې ژمنه: له رواياتو ګټنه کېږي چې په آيت کې له ژمنې مطلب، هغه بيعت دى چې د غدير پر ورځ له خلکو ځنې علي کرم الله وجهه ته واخستل شو او هغه د رسول الله خليفه، ځايناستى او د خلکو پالندوى معرفي شو. پر هغه ورځ په غدير کې حاضرينو – ان منافقانو – له علي سره بيعت وکړ او ټولو ((سمعنا و اطعنا))) وا مو ورېدل او و مو منل) وويل.[470]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ= ))

١١_ د کافرانو د لاسونو لنډول، د الله تعالی له لوري ستر نعمت دى: د آيت منځپانګه پر ګڼ شمېر پېښو تطبيقېږي، چې د کفارو او مسلمانانو ترمنځ پېښې شوي لکه: د بدر، احد، احزاب او. . . غزوې. آیت په ظاهره د مؤمنانو وژنې او اسلام منځه وړو ته د مشرکانو هڅو ته اشاره ده.[471]

((وَلَقَدْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَآئِيلَ وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ=))

١٢_ د بني اسرائيلو نقيبان: نقيب هغه دى، چې د يوې ډلې د چارو او حالاتو د سمونې مسووليت ورترغاړې وي. په ظاهره، چې په دې آيت کې دولسو تنو نقيبانو ته اشاره شوې د بني اسراييلو د دولس ګونو ټبرونو مشران دي، چې هر يو د يوه ټبر مشر او پالندوى و (وګورئ: د بقرې ٦٠ آيت او د اعراف ٦٠ آيت). له دولس ګونو ټبرونو سره ددې دولسو تنو تړاو لکه له دې امت سره د اولوالامر (امامانو) تړاو. البته وحې پرې نه کېده او هم يې الهي احکام نه تشريع کول.[472] په زړه پورې خو داچې ددې آيت په هکله د اهلسنتو په ګڼ شمېر رواياتو کې راغلي، چې دا د رسول الله (ص) دولس ګونو خلفاوو او ځايناستو ته اشاره ده او ښوول شوي، چې شمېر يې د بني اسراييلو د نقيبانو هومره دی. د بېلګې په توګه د اهلسنتو مشهور امام ((احمد بن حنبل رحمة الله عليه)) په خپل مسند کې له مسروق څخه روايتوي، چې وايي عبدالله بن مسعود (رض) مې وپوښت: پردې امت به څو تنه واکمني وکړي؟ ابن مسعود په ځواب کې وويل: په همدې اړه مو رسول الله وپوښت او راته يې وويل: ((دولس تنه، د بني اسراييلو د نقيبانو هومره[473]))

((فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىَ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمُ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ =))

١٣_ د بشر مهلکه رنځوري: د ((قساوت)) کلمه د کلکې پر مانا ده او سختې تېږې ته کارېږي. زړه ته چې دا کلمه کارول کېږي؛ یعنې د حق پروړاندې يې عاجزي نه درلودل او د لورنې او مهربانۍ ورته څه لار او ګودر نه وي. قرآن حکیم کریم په بېلابېلو ځايونو کې د زړه سختۍ ته اشاره کړې او دې آيت د ژمنماتو يهودو يوه سزا يې د زړه سختي ښوولې ده. د حديد په (١٦) آيت کې راغلي: ((ايا مؤمنانو ته هغه وخت راغلی نه دى، چې زړونه یې د الله ياد او نازل شوي حقيقت (قرآن حکیم) ته نرم او عاجز شي او د هغو خلکو په څېر نشي، چې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى و؛ خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛ نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي ول؟![474])) په رواياتو کې هم ددې مهلکې روحي رنځورۍ په باب سختې ګوتڅنډنې شوي. د امام صادق رحمة الله علیه په يوه روايت کې وايو: الله تعالی تعالى موسى علیه السلام ته وحې ولېږله، چې ((موسى! د شتمنيو له ډېرېدو مه خوشحالېږه او په هر حال کې مې يادوه؛ ځکه غالباً د شتمنيو ډېرښت د ګناهونو د هېر لامل ګرځي او زما د ياد پرېښوول د زړه د سختۍ لاملېږي)) له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه څخه په يو روايت کې راغلي: ((اوښکې د زړونو په سختۍ وچېږي او زړونه په ډېرو ګناهونو سختېږي[475]))

((وَمِنَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللّهُ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ =))

١٤_ په مسيحيانو کې د کينې لمبې بلې شوې: حضرت عيسى علیه السلام د رحمت پېغمبر و او خلک يې سولې، صفا او اخرت ته رابلل او له دنياپالۍ، د شتمنۍ، ځواک او ناڅيزه د نيوي خوندونو پر سر یې له شخړو بچول؛ خو په عمل کې تش په خوله لارويان يې د هغه د لارښوونو او پندونو پرخلاف چلېدل؛ نوځکه الله تعالی د سولې، صفا او رورۍ – چې عيسى علیه السلام ورته رابلل – پرځای د کينې لمبې پکې بلې کړې او و یې ويل، چې د قيامت تر ورځې به دا لمبې پکې بلې وي. که د مسيح علیه السلام تاريخ وڅېړو؛ نو وبه وينو له هغه وخته، چې مسيح علیه السلام اسمان ته بوول شوى؛ نو د حوارينو او د مسيحيت د تبليغ د مدعيانو ترمنځ درز ولويد او ورځ تر بلې د مسيحيانو ترمنځ اختلاف ډېر شو، چې ان ټول مسيحيان يې راونغاړل او له هماغه پيله يو له بل سره په لانجو کې شوو او ډېرې جګړې، وژنې، لوټونې او کډوالۍ يې رادبره کړې ان چار نړيوالو جګړو ته ورسېد، چې د ځمکې پر مخ يې بشري ژوند وګواښه. دا ټول څيزونه له دې راولاړ شوي، چې الهي لارښوونو ته يې شا او دنيا پالۍ او ځاني غوښتنو ته يې ورمخه کړه[476]. څرګنده ده، که مسلمانان هم د مسيحيانو لارې ته دوام ورکړي، پر هماغه برخليک به اخته شي[477].

((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

١٧_ د الله تعالی په هکله د مسيحيانو بې بنسټه ګروهې: بايد پوه شو چې مسيحيان د الله تعالی په اړه څو بې بنسټه ادعاوې لري. لومړى پر درې ګونو خدايانو ګروهه لري، چې د نساء (٧) آيت ورته اشاره کوي او باطلوي يې او وايي: ((او مه وايئ، چې (الله) درې ګونې دي (له دې خبرې) ډډه وکړئ، چې درته غوره ده. په حقيقت کې ((الله)) يوازې ايکي يو معبود دى)) بل د هستۍ پنځوونکى الله تعالی، له درې ګونو خدايانو ګڼي او ((پلار الله تعالی)) ورته وايي.قرآن حکیم دا ګروهه هم د مائدې سورت په ٧٣ آيت کې باطلوي او وايي: ((هغوى په يقيني توګه کافر شول، چې و یې ويل، الله تعالی يو له درې ګونو خدايانو ځنې دى حال دا، معبود ايکي يوازې يو معبود دى)) درېيمه او هېښنده ګروهه يې داده، چې په عين حقيقي ګڼ شمېرۍ کې درې ګونې خدايان، يو دي (په تثليث کې يووالى). په دې آيت کې يې دا ګروهه داسې ښوول شوې، چې دوى وايي، الله تعالی هماغه مسيح بن مريم او مسيح بن مريم هماغه الله تعالی دى او دا دواړه له روح القدس سره يو حقيقي واحد او په عين حال کې درې ګڼ ذاته دي. قرآن حکیم د تثليث پر درې ګونو اړخونو ويينه کړې او په سخته يې رد کړې ده[478]. په يو روايت کې لولو، چې امام رضا رحمة الله علیه د مسيحيانو يو مشر، ((چاثليق)) ته وويل: ((پر الله تعالی قسم، موږ پر هغه عيسى مؤمنان يو، چې پر محمد (ص) ايمان لري؛ خو ستاسې پر عيسى يوه نيوکه لرو او هغه داچې ډېر لږ روژه کيده او لږ لمونځ يې کاوه)) جاثليق وویل: پوهه دې تويه ولاړه، ځان دې کمزورى وښود. ما انګيرله، چې ته به خورا پوه مسلمان يې. امام رضا رحمة الله علیه وویل: ((مطلب دې څه دى؟)) و یې ويل: داچې وايې عيسى لږه روژه نيوه او لږ يې لمونځ کاوه؛ نو دا خبره خو له واقعيت سره اړخ نه لګوي؛ ځکه عيسى همېشنى روژتي او ګرده شپه پر نمانځنې بوخت و. امام وویل: ((جاثليق صيبه! حضرت مسيح چاته روژه نيوه او څوک يې لمانځه؟!)) جاثليق د امام ددې سول- منطق پروړاندې مات او چوپ شو. نو که د مسيح علیه السلام ژوند ګرسره نمانځنه او عبادت واى؛ نو څنګه يې الله تعالی ګڼلاى شو؟ هډو څه مانا نه لري، چې الله تعالی ځان ونمانځي[479].

((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَى فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ أَن تَقُولُواْ مَا جَاءنَا مِن بَشِيرٍ وَلاَ نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

١٩_ د پېغمبرانو فترت: فترت د سکون او ډاډ پر مانا ده او د دوو خوځښتونو، حرکتونو يا دوو هڅو، غورځنګونو او انقلاب ترمنځ واټن ته هم وايي. داچې د حضرت موسى علیه السلام او حضرت عيسى علیه السلام ترمنځ ډېر پېغمبران او رسولان وو؛ خو د حضرت مسيح علیه السلام او د اسلام د رسول الله ترمنځ ډېر رسولان راغلي نه وو، قرآن حکیم دا زمانه د پېغمبرانو د واټن او فترت پېر نومولى او هم پوهېږو، چې د حضرت مسيح علیه السلام او د نبي کريم (ص) د بعثت ترمنځ د شپږو سوو کالو په شاوخوا کې واټن و. البته د يس سورت د ١٤ آيت او د اسلامي مفسرانو د ويناوو له مخې ددې دوو پېغمبرانو ترمنځ، لږ تر لږه درې پېغمبران راغلي او ځينې يې شمېر څلور بولي؛ خو په هر حال د هغو رسولانو د وفات او د اسلام د رسول الله ترمنځ ډېر واټن و او هم شمېر يې تر عيسى علیه السلام مخکې پېغمبرانو خورا لږ و؛ نوځکه د عيسى علیه السلام او د اسلام رسول الله ترمنځ پېر پر فترت مشهور شوى دى. البته په دې پير کې د پېغمبرانو وصيان ول او د اماميه شيعه و د ګروهې له مخې، ځمکه هډو له الهي حجته تشه شوې نه ده او نه به تشه شي.[480]

((وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنبِيَاء وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَآتَاكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّن الْعَالَمِينَ =))

٢٠_ د فرعونيانو د مريتوب له ذلته د خپلواکۍ او ازادۍ نعمت: مفسرانو د آيت ددې برخې ((وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا)) په تفسير کې ويلي؛ يعنې خپلواکي يې درکړه او د فرعونيانو د مريتوب له ذلته او سرزورۍ يې وژغورلئ؛ ځکه ملک بې له دې مانا نلري، چې انسان په خپلو چارو، کورنۍ او شتمنۍ کې خپلواکي ولري. د حضرت موسى علیه السلام په زمانه کې بني اسرائيل په خورا غوره ټولنيز نظام (چې توحيدي نظام و) کې وسېدل. هغه نظام، چې د الله تعالی او د هغه استازي لاروى ته يې هڅول. په هغه پېر کې په ټولنه کې پوره عدالت چلېده، پر بل يو امت يې هم تېرى و نه کړ، طبقاتي اختلاف – پوړيز اړپيچ پکې نه و، چې ټولنه فساد ته راکاږي او د ((ارباب)) او ((رعيت)) نظام پکې نه و او بې له حضرت موسى علیه السلام بل واکمني پرې نه کوله. هغه د الله تعالی استازى او له ګناه ځنې پاکلمنی او معصوم و او د ظالمو واکمنو او پاچايانو لار يې خپله نه کړه. موسى علیه السلام د خپل قوم پام دې ستر نعمت ته ورواړاوه، چې الله تعالی پرې ورپيرزو کړي او و یې ویل: درياد کړئ، چې الله تعالی خپلواک کړئ[481]))

٢٠_ پر بني اسرائيلو د الله تعالی ځانګړې پېرزوينې: مفسرانو د آيت ددې برخې ((او هغه څه يې درکړل، چې په نړۍ کې يې چاته ورکړي نه وو)) په تفسير کې ويلي، چې له دې آيته د الله تعالی مطلب پر بني اسرائيلو الهي لورنې دي، چې له څرګندو او مزبوتو معجزو سره مل وې او که پر خپل ايمان پايښتي واى نو بېشکه، چې دا لورنې او معجزې به يې په دنيا او آخرت کې د ارماني ژوند لامل شوې واى. دا لورنې او معجزې پرې، په مصر کې د شتون پرمهال او د فرعون له منګولو تر ژغورنې روسته هم وې او که په تاريخ کې ځيرنه وکړو؛ نو وبه وينو چې تر بني اسرائيلو وړاندې يو امت ته هم د بني اسرائيلو هومره لورنې ورپېرزو او معجزې ورښکاره شوې نه وې[482]؛ لکه، معجزه ډولي د فرعونيانو له ولکې ژغورل، د سمندر څيرېدنه، په بېديا کې د سرګردانۍ پرمهال د ((من او سلوا)) د ځانګړو خوړو ورکړه[483]، هدايت ته يې د ډېرو پېغمبرانو رالېږنه[484]، د فرعون او فرعونيانو هلاکت او د شتمنيو یې ترلاسه کول او له پاسه پرې د وريځو حرکت[485] او نورې الهي لورنې او معجزې.

((قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ =))

٢٤_ له مصره وتل او په بېديا کې تر لالهاندۍ پورې: ددې سورت له ٢٠ تر ٢٦ آيتونه په هغې زمانې پورې اړه لري، چې حضرت موسى علیه السلام خپل قوم له مصره ايستلى او بني اسرائيلو له خپل پېغمبره ډېرې معجزې ليدلې وې؛ الله تعالی، خپل نعمتونه يو په بل پسې ورپېرزو کول او يوازې هغې څيز ته چې بني اسرائيلو اړتيا درلوده، يوه سيمه وه چې خپل هېواد يې کړي او په خپلواکۍ پکې ووسي. الله تعالی هم دا نعمت ورچمتو کړ، البته په دې شرط، چې لاس ته راوړو ته يې جهاد وکړي او ربړ وګالي؛ خو بني اسرائيلو په پلمو او سرغړونو، خپل برخليک واړو او په څلوېښت کلنې لالهاندۍ کې راښکيل شوو[486]. ددې آيتونو په باب څو ټکي د څرګندنې وړ دي: ١_ په ٢١ آيت کې، له ((سپېڅلې ځمکې)) څه مطلب دی؟ لرې نه ده، چې مطلب يې د شاماتو ټوله سيمه وي، چې له دې ټولو احتمالاتو سره اړخ لګوي؛ ځکه د تاريخ په ګواهۍ دا سيمه، د الهي پېغمبرانو زانګو، د سترو اديانو ټاټوبى او په مودو مودو د توحيد او الله تعالی نمانځنې مرکز و؛ نوځکه د ((سپېڅلي ځمکې)) تعبير پوره اړخ ورسره لګوي. ٢_ په ٢٢ آيت کې له ((له زورور او ظالم ټولي)) مراد، ((عمالقه)) وو، چې سامي نژاده لوړ دنګ خلک وو، چې د عربستان ټاپو وزمي په شمال او سينا بېدیا ته څېرمه وسېدل. پر مصر يې بريد وکړ او نژدې پينځه سوه کاله يې واکمني پرې وکړه[487]. په ٢٥ آيت کې د حضرت موسى له خبرې ((زه خو يوازې د ځان او ورور واک لرم)) منظور دا نه دى، چې بې له حضرت موسى علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام نور مؤمنان نه وو؛ بلکې منظور دا دى، چې زه يوازې ځان او خپل رور ستا امر منلو ته هڅولى شم او د نورو خلکو واک راسره نشته؛ ځکه يو خوا حضرت هارون علیه السلام پېغمبر او د حضرت موسى علیه السلام وصې او بلخوا په بني اسرائيلو کې مؤمنان – که څه ډېر لږ – وو؛ لکه هغه دوه تنه، چې په ۲۳ آيت کې اشاره ورته وشوه. حضرت موسى علیه السلام د ځان او رور واک درلود؛ خو د نورو وګړيو (مؤمن يا کافر) واک يې له ځانونو سره وو. ٤_ د بني اسرائيلو د څلوېښت کلنې لالهاندۍ په هکله (٢٦ آيت) په رواياتو کې ډېرې خبرې راغلي، چې يوه يې دا ده: شپه و ورځ په حرکت کې وو؛ خو کوم مشخص او جوت ځاى ته نه رسېدل (او ته وا پر ځان راچورلوي) او حضرت موسى علیه السلام په دې پېر کې له نړۍ ولاړ.[488]

((وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ= ))

٢٧_ د آدم علیه السلام د زامنو قرباني: له دې آيته تر ٣١ آيت پورې، د قابيل په لاس د هابيل د وژنې داستان دى، چې دواړه د حضرت آدم علیه السلام زامن وو. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى، چې د الله تعالی په امر، هابيل د حضرت آدم علیه السلام وصي شو او ((اسمِ اعظم)) وروښوول شو. قابيل چې مشر و، ځان يې تر هابيل غوره او وړ باله له همدې لامله پرېکړه وشوه، چې هر يو به يوه قرباني وړاندې کوي او چې د چا قبوله شوه، هغه به د حضرت آدم علیه السلام وصي وي؛ خو د هابيل د اخلاص او تقوا له لامله یې قرباني ومنل شوه او د کينه کښ او ځېلي قابيل قرباني قبول نشوه. قابيل له دې پېښې سخت خپه شو او په ستر جنايت يې لاس پورې کړ او هابيل يې وواژه. دا آيتونه دا پېښه څرګندوي[489].

((إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ =))

٢٩_ وژونکي ته د وژل شوي د ګناهونو ورلېږد: تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه نه روايت شوى: ((چې څوک مؤمن ووژني، الله تعالی د وژل شوي ټول ګناهونه، د وژونکي پر غاړه اچوي او وژل شوى له ګناه پاک کوي[490]))

((مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاء تْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ =))

٣٢_ د يو بېګناه وژنه؛ لکه د ټولو انسانانو وژنه: مفسرانو ددې آيت په څرګندنه کې بېلابېلې خبرې کړي دي. علامه طباطبايي تردې آيت لاندې وايي: له هر انسان سره _له دې لامله، چې انسان دى_ د انسانيت يو حقيقت مل دى. په دې حقيقت کې ټول انسانان سره ګډ دي او له دې اړخ د يو تن او نورو وګړيو ترمنځ څه توپير نشته. الله تعالی غواړي دا حقيقت پاتې شي، چې عبادت همېشه د ځمکې پر مخ وغځېږي. بلخوا، د انسانانو عمرونه لنډ وي او بايد په يو بل پسې ژوند وکړي، چې دا حقيقت دوام ومومي. اوس که څوک بې دليله _او نه د کسات او يا پر ځمکه له فساد سره د مبارزې لپاره_ يو بې ګناه انسان ووژني؛ نو د انسانيت حقيقت يې تر بريد لاندې نيولى او د الله تعالی له ارادې سره يې مخالفت کړى؛ ځکه الله تعالی غواړي انسانيت دوام ومومي؛ خو انسانيت يې وژلى که څه يو تن يې وژلى وي. له همدې کبله که څوک يو بېګناه انسان ووژني؛ لکه چې ټول انسان يې وژلي او که کوم انسان له مرګه وژغوري، ته وا ګرسره انسانان يې له مرګه ژغورلي دي. دا يعنې د يو بېګناه انسان په وژنه، د انسانيت حقيقت وژل کېږي او د يو انسان په ژغورنه، د انسانيت حقيقت ژوندى کېږي. د اهلبيتو په رواياتو کې هم دا مضمون راغلى، چې که څوک يو بېګناه انسان ووژني؛ نو د جهنم په يوه داسې ځاى کې به وي، که ټول انسانان يې وژلي واى، بيا به هم پر هماغه ځاى کې و، البته که بل انسان ووژني؛ نو په هماغه ځاى کې يې عذاب ډېرېږي[491].

((إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ =))

٣٣_ د مُحارب په هکله څو فقهي ټکي: دا آيت او ورپسې آيت هغه احکام رانغاړي، چې په فقهي کتابونو کې مفصل ويل شوي دي. دلته په لنډه د آيت څو ټکيو ته اشاره کېږي: ١_ له الله تعالی او رسول الله سره له جګړې مراد دادى که څوک له ښاره بهر یا دننه، په ګواښ او وسلې پر خلکو؛ نوامیسو او شتمنیو یې تېری وکړي له خدای او رسول سره په محاربو کې شمېرل کېږي. ٢_ د لاس و پښې له پرېکولو مطلب، يوازې د لاس يا پښې د څلورو ګوتو غوڅول دي لکه په غلا کې د لاس پرېکولو هومره. ٣_ که محاربو بېګناه انسانان ووژل، د قتل او وژنې سزا ورکول کېږي او که د وسلې په ګواښ د خلکو شتمني لوټ کړي؛ نو د لاس او پښې ګوتې يې پرې کېږي او که په انسان وژنه او د شتمني په غلا يې لاس پورې کړى وي؛ نو اعدامېږي او تنه يې څه موده د خلکو د عبرت لپاره پر دار ځړول کېږي او که يوازې يې خلک په وسله ګواښلي وي؛ خو نه څه وينه تويه شوي وي يا غلا شوي نه وي؛ نو بل ښار ته شړل کېږي.[492]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =))

٣٥_ توسل؛ يو قرآن حکیمي حقيقت دى: توسل، په مينه يو څيز ته د ورنژدې کېدو پر مانا ده[493]؛ نوځکه په دې آيت کې ((وزله)) ډېره پراخه مانا لري او هر څوک او څيز رانغاړي، چې الله تعالی ته د ورنژدې کېدو لامل ګرځي لکه چې له امير المؤمنين على کرم الله وجهه څخه په يو روايت کې، ((پر الله تعالی او پېغمبر ايمان، د الله تعالی په لار کې جهاد، د اخلاص کلمه (لا اله الا الله)، لمونځ، زکات، د رمضان مياشتې روژه، حج، زړه سوى، ښکاره او پټ خيرات او ګردې نيکې چارې)) وسيلې ګڼل شوي او توسل پرې لازم شمېرل شوى؛ نو د قرآن حکیم له آيتونو او د معصومينو له رواياتو په څرګنده ګټنه کېږي، چې د الله تعالی درشل ته د کوم صالح انسان د مقام وزله کول او په پار يې له خدايه څه غوښتل، په هېڅ ډول منع نه دي او له توحيد سره په ټکر کې نه دي لکه چې په يو روايت کې لولو: ((په امام، الله تعالی ته ورنژدې شئ[494]))

((وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =))

٣٨_ د غلا سزا: قرآن حکیم ددې آيت په حکم کې هم، د نورو احکامو د مطلب جرړه بيان کړې او شرح يې د رسول الله سنتو ته ورپرېښې ده. د اسلامي رواياتو له ټولګې ګټنه کېږي، چې ددې اسلامي حد (د غله لاس غوڅول) پلي کول، ډېر شرايط لري، چې بې شتونه يې دا چار جايز نه دى (شرح يې په فقهي کتابونو کې راغلې ده). البته په اسلام کې هر ډول غلا، په هره بڼه او هومره چې وي حرامه ده؛ خو د لاس غوڅولو حد هله پلی کېږي، چې ټول شرايط يې راټول شي. زموږ په فقهاوو کې مشهوره ده، چې د غله يوازې د ښي لاس څلور ګوتې پرې کېږي؛ نه ډېر؛ که څه د اهلسنتو فقهاوو، تردې ډېر ويلي دي[495].

((فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

٣٩_ آيا په توبې، پر غله حد نه پلى کېږي؟ په شيعه فقهاوو کې مشهوره ده، که د غلا تر جوتولو وړاندې غل په اسلامي محکمه کې توبه وکاږي؛ نو د غلا حد پرې نه عملي کېږي؛ خو که جرم يې په دوو عادلو شاهدانو ثابت شي؛ نو په توبې د حد عملي کول پرې له منځه نه ځي[496].

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُواْ آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هِادُواْ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَـذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُواْ وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ =))

٤١_ يهودو، د زنا حد شاته کړ؛ خو رسول الله را ژوندى کړ: له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت کې لولو: د خيبر له اشرافو يوې مړوښې ښځې، د هغوى له اشراف واده والا سره زنا وکړه. يهوديان د تورات حکم (سنګسارولو) له پلي کولو خپه وو او په يوې حل لارې پسې ګرځېدل، چې دا دواړه له دې حکمه معاف شي او په عين حال کې دا هم وښيي، پر الهي احکامو پابند دي. له همدې لامله، د مدينې يو شمېر يهود حضرت نبي کريم (ص) ته راغلل. دا مهال د حصنه زنا کوونکيو د سنګسارولو حکم راغى؛ خو يهودو ددې حکم له منلو په دې پلمه اوږې سپکې کړې، چې په دين کې يې داسې حکم راغلى نه دى. رسول الله وويل: ((دا هماغه حکم دى، چې ستاسې په تورات کې هم راغلى دى. آيا موافق ياست، چې يو مو قضاوت ته راوغواړم او چې څه يې د تورات له خولې درته وويل، و یې منئ؟)) و یې ويل: هو. رسول الله وويل: ((فدک ميشتى ابن صوريا څرنګه عالم دى؟)) و یې ويل: تر ټولو يهودو پر تورات ښه پوه دى. څو تنه يې ورپسې ولېږل، چې رسول الله ته راغى، و یې ویل: ((تا ته پر هغه ايکي يو الله تعالی قسم درکوم، چې تورات يې پر موسى علیه السلام نازل کړ او سيند يې ستاسې ژغورنې ته څيرې کړ او ستاسې دښمن فرعون يې ډوب کړ او په بېدیا کې يې له خپلو لورنو برخمن کړئ، ووايه، چې په دغسې ځايونو کې په تورات کې د سنګسارولو حکم درباندې نازل شوى يا نه؟)) په ځواب کې يې وويل: قسم دې راکړ، چې نا چاره يم، و یې وايم: هو، دا حکم په تورات کې راغلى دى. رسول الله وويل: ((ولې له دې حکمه سرغړونه کوئ؟)) و یې ويل: حقيقت دا دى، چې موږ دا حکم پر عادي وګړيو پلى کاوه او له شتمنو او اشرافو مو ډډه کوله؛ ځکه دا ګناه زموږ د ټولنې په سوکاله پوړيو کې دود شوه. تردې، چې زموږ د يو مشر د تره زوى زنا وکړه او د معمول له مخې له ګناه يې تير شو. په دې ترڅ کې يو عادي وګړي هم زنا وکړه غوښتل يې، چې سنګسار يې کړي؛ خو خپلوانو يې نيوکه وکړه. که حکم عملي کېږي؛ نو پر دواړو دې پلى شي. له همدې لامله، د سنګسار تر قانونه مو يو سپک قانون تصويب کړ او هغه داچې هر يو څلوېښت کوړې ووهو، مخونه يې تور، مخ پر شا يې پر سورلۍ سور او په کوڅو او بازار کې يې وګرځوو. دا مهال رسول الله (ص) امر وکړ، چې هغه نارينه او ښځه د جومات په مخ کې سنګسار کړئ. دا مهال دا آيتونه نازل شول او په لنډو يې دا پېښه وويله[497].

((وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَـئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ =))

٤٣_ تورات؛ يو اړول شوى کتاب دى: دا کتاب، هماغه تورات دى، چې ((عزراء)) د ايران د پاچا کورش په اجازه يهوديانو ته راټول کړ او دا کار د بابل تر سوبې روسته وشو، چې کورش امر وکړ او د بني اسرائيلو بنديان يې خوشې کړل او اجازه يې ورکړه، چې فلسطين ته ستانه شي او د هيکل عبادتځی يې ورغاوه. او هماغه تورات دى، چې د رسول الله په وخت کې په يهودو کې و او نن هم ورسره دی. قرآن حکیم تصديقوي چې الهي احکام پکې شته او همداراز اړونې او ادلون بدلون هم پکې شوى دى. په ټوليز ډول له قرآن حکیمه او هم له شويو پلټونو څرګندېږي، چې په اوسني تورات کې پر موسى علیه السلام له نازل شوي آريز توراته څه څيزونه شته او ځينې چارې يې لږې يا ډېرې شوي، الفاظ يې بدل شوي يا یې ځاى اوښتى او ادلون بدلون يې موندلى دى.[498]

((إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلاً وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ =))

٤٤_ له بې عدله قضاوت سره، کفر مل دى: له رسول الله (ص) روايت شوى: ((چې څوک د دوو درهمو په هکله ظالمانه حکم وکړي او محکوم د حکم منولو ته اړ کړي، په دې آيت کې رانغاړېږي، چې وايي: او چې څوک د الله تعالی د نازل کړيو احکامو له مخې پرېکړې ونکړي؛ نو کافران دي)) د حديث راوي وايي: رسول الله ته مې وويل: څرنګه به محکوم مجبوروي؟ و یې ويل: ((کوړې او محبس يې په واک کې وي که په پرېکړه يې خوښ و؛ نو ښه که نه په کوړو يې وهي او بندي کوي يې)) دا خبره داسې مانا ورکوي، که قاضي په ظلم پرېکړه وکړي او د پلي کولو واک يې هم ولري؛ نو کافر شوى دى.[499]

((وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ=))

٤٥_ د يهودو په دين کې د کسات حکم: دې آيت د هغې زمانې ناروا تبعيضونو او توکومونو ته د پاى ټکى کېښود. داسې چې له ځينو تفاسيرو ګټنه کېږي، په هغه پېر کې د مدينې د يهودو په دوو ټبرونو کې هېښنده ناانډولي وه، د بېلګې په توګه که د ((بني نضير)) د ټبر يو تن د ((بني قريظه وو)) د ټبر يو تن واژه؛ نو کسات ترې نه اخستل کيده؛ خو اپوټه يې داسې نه وه، چې اسلام مدينې ته راغى؛ نو بني قریظه وو په دې هکله رسول الله وپوښت. رسول الله وويل: ((وينې يو له بل سره توپير نلري)) بني نضيرو نيوکه وکړه، چې زموږ مقام دې راټيټ کړ. دا آيت نازل شو او ورته يې اعلان کړه، چې نه يوازې په اسلام کې؛ بلکې د يهودو په دين کې هم دا يو رنګ قانون شته. البته په اسلام کې د قصاص او کسات حکم يو لړ شرايط لري، چې په فقهي کتابونو کې راغلي دي[500].

٤٥_ له کساته د ورتېرېدو بدله: د آيت تردې برخې ((او که څوک يې وبښي (او له قصاصه تېر شي)؛ نو (د ګناهونو) کفاره يې حسابېږي)) لاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: (((څومره چې څوک د ټپ يا ناټپ له کساته تېر شي (او محکوم وبښي) ګناهونه يې بښل کېږي)) همدغسې له نبي کريم (ص) څخه په يو روايت کې لولو ((که د چا غاښ مات شي يا يې لاس پرې شي يا يې (د بدن له غړيو) څه پرې شي يا څه ټپي شي او ترې تېر شي او کومه ديه چې اخستاى شي؛ خو وايي نخلي؛ نو له ګناهونو يې بښل کېږي، که ديه څلورمه برخه وي؛ نو څلورمه برخه ګناهونه، که ديه درېيمه وي، درېيمه برخه ګناهونه او که ديه ټوله وي، ټول ګناهونه يې بښل کېږي[501]))

((وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فِيهِ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ =))

٤٧_ د قرآن حکیم له نازلېدو مخکې د انجيل لاروي لازمه وه: شک نشته چې له دې آيته منظور دا نه دى، چې الله تعالی د مسيح علیه السلام لارويانو ته امر کوي، چې همدا اوس بايد د انجيل احکام وکاروي؛ ځکه دا خبره د قرآن حکیم له نورو آيتونو او پخپله د قرآن حکیم له شتون سره (چې د نوي دين راتلل او د پخواني له منځه تلل يې اعلان کړي) اړخ نه لګوي؛ بلکې منظور دا دى، چې الله تعالی پر عيسى علیه السلام د انجيل تر نازلېدو روسته، لارويانو ته يې امر وکړ، چې پرې عمل او له مخې يې قضاوت وکړئ[502].

٤٧_ د الله تعالی د حکم بېلابېل اړخونه: پاموړ داچې د مائدې په ٤٥، ٤٦ او ٤٧ آيتونو کې هغو وګړيو ته، چې د الله تعالی د نازل شويو احکامو له مخې پرېکړې ونکړي، کافر، ظالم او فاسق ويل شوى. شونې ده ددې تعبير توپير له دې لامله وي، چې هر حکم درې اړخونه لري: يو خوا يې قانون ايښوونکي (الله تعالی تعالى) ته رسي، بل يې قانون اجرا کوونکيو (واکمن او قاضي) ته او درېيم يې په محکوم پورې اړه لري، چې دا حکم پرې عملي کېږي. ته وا، دا هر يو تعبير له درې ګونو اړخونو، يوه ته يې اشاره لري. ځکه څوک چې د الله تعالی د حکم پرخلاف قضاوت کوي، له يوې خوا يې الهي قانون لتاړلی او کافر شوى او بلخوا يې په بېګناه انسان ظلم کړى او له درېيم لوري د خپلې دندې او مسووليت له پولې ور اوختى او فاسق شوى دى (د بنده ګۍ او دندې له پولې ور اوړېدو ته فسق وايي[503])

((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ= ))

٥٠_ پرېکړه او قضاوت، الهي يا جاهلي: الله تعالی په مخکې آيتونو کې څرګنده کړه، چې حق او سم احکام او قوانين د الله تعالی له لوري نازل شوي، په دې آيت کې وايي: بې د الله له پرېکړې، هره پرېکړه، د جاهليت او ناپوهۍ پرېکړه ده او سرچينه يې د ځاني غوښتنو لاروي ده. دا آيت هغوى رټي، چې په غير الهي احکامو پسې درومي او وايي، چې هغوى په کومو څيزونو پسې درومي، که له الهي پرېکړې مخ واړوي؛ نو په جاهليت کې رانغاړېږي. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((حکم په دوه ډوله دى: د الله تعالی حکم او د جاهليت حکم؛ نو چې څوک د الله تعالی حکم پرېږدي، د جاهليت حکم ته يې غاړه ايښې ده[504])). په تاريخ کې لولو، د رسول الله تر وفات روسته هغوى چې له حضرت فاطمې (رض) فدک واخست؛ نو حضرت فاطمې بي بي دا آيت لاسوند کړ، او د هغوى حکم يې د جاهليت حکم باله، چې له الهي قانون او نبوي (ص) سنتو سره يې اړخ نه درلود[505]. له دې لامله څرګندېږي، کوم مسلمانان سره له دې، چې آسماني احکام او قوانين لري؛ خو د نورو ملتونو په ساختګي او جوړ کړاى شويو قوانينو پسې وردرومي؛ نو د جاهليت په بهير کې به ورګډ شوي وي[506].

٥٠_ د قضاوت ارکان: په دې آيت او مخکې آيتونو کې، پر قضاوت ډېر ټينګار شوى. دوه څيزونه د قضاوت خورا مهم ارکان دي: عدالت او پوهه. که يو يې يا دواړه نه وي؛ نو قضاوت باطل او ناسم دى. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې راغلي: ((قاضيان څلور ډلې دي، درې يې په اور کې او يوه يې جنتي ده. دا څلور ډلې دا دي: هغه چې حق پېژني؛ خو ظالمانه قضاوت کوي؛ نو په اور کې دی. ٢_ هغه چې حق هم نه پېژني خو ظالمانه قضاوت کوي؛ نو په اور کې دی. ٣_ هغه چې سم قضاوت کوي؛ خو په حق حکم نه پوهېږي؛ نو دا هم په اور کې دى. ٤_ هغه چې پر حق پوهېږي او هم په حق قضاوت کوي؛ نو په جنت کې دی[507]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =س))

٥٤_ هغوى چې الله تعالی ورته ګران دی او دوى هم الله تعالی ته ګران دي: په دې باب په اسلامي رواياتو او د مفسرانو په خبرو کې اوږدې ويينې شوې، چې دا آيت کومو کسانو ته اشاره کوي او څوک د اسلام مرستندويان دي، چې الله تعالی په دې ځانګړنو ستايلي دي. د شيعه او اهلسنتو په ډېرى رواياتو کې لولو، چې دا آيت د علي کرم الله وجهه په هکله د خيبر په سوبې کې نازل شوى. د اسلام د لښکر د يو شمېر بولندويانو له وسې پوره نشوه، چې خيبر سوبه کړي؛ نو يوه شپه رسول الله د لښکر په مرکز کې وويل: ((پر الله تعالی قسم، سبا بېرغ هغه ته ورسپارم، چې الله تعالی او پېغمبر يې ورته ګران دي او د الله تعالی او پېغمبر هم هغه ايسي، پرلپسې بريدونه کوي او ترې نه تښتي او تر هغې به له ډګره راستون نشي، چې الله تعالی په ده د مسلمانانو سوبه او بريا په برخه کړي)). هغه خو يوازې امير المؤمنين علي کرم الله وجهه وه. په بل روايت کې لولو، چې رسول الله يې ددې آيت په اړه وپوښت؛ نو سلمان پارسي رضى الله عنه يې پر اوږه وټپاوه او و یې ويل: ((که دين (او په بل روايت کې که علم) د ثريا په ستوري پورې تړلى وي؛ نو د پارس ځينې وګړي به يې په واک کې ونيسي)) په بل روايت کې لولو، چې دا آيت د حضرت مهدي عليه السلام په هکله نازل شوى، چې په ټول وس له حق دينه د مرتد شويو پروړاندې درېږي او نړۍ له ايمان او عدل څخه ډکوي. البته د آيت په تفسير کې راغلي روايات يو له بله سره په ټکر کې نه دي؛ ځکه روايت يو ټوليز مفهوم څرګندوي، چې امام علي کرم الله وجهه يا سلمان پارسي (رض) يې مهم مصداقونه دي او هغوى هم پکې رانغاړېږي، چې دا کړنلارې پلي کوي، که څه په رواياتو کې يې يادونه شوي نه وي.[508]

((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ= ))

٥٥_ په رکوع کې د زکات ورکړه: ټول شيعه مفسرين او د اهلسنتو ډېرى مفسرانو څرګنده کړې له ((هغوى چې ايمان يې راوړى، لمونځونه کوي او په رکوع کې زکات ورکوي)) منظور پخپله حضرت علي بن ابيطالب دى. له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوى: ((يوې ډلې يهودو، چې ايمان راوړى و، رسول الله ته راغلل او و یې ويل: رسول الله! حضرت موسى علیه السلام يوشع بن نون خپل وصي کړ، څوک ستاسې وصي او تر تاسې روسته زموږ پالندوى دى؟ دا مهال د مائدې سورت (٥٥) آيت نازل شو. رسول الله وويل: پاڅئ؛ نو ټول پاڅېدل او جومات ته ورغلل. بيا يو ګدا له جوماته راووت. رسول الله وویل: چا څه درکړل؟ و یې ويل: هو، دا ګوته، و یې ویل: چا درکړه؟ و یې ويل: هغه چې لمونځ کوي او علي کرم الله وجهه ته يې اشاره وکړه. رسول الله (ص) وويل: په کوم حالت کې يې درکړه؟ و یې ويل: په رکوع کې و. دا مهال، نبي کريم (ص) تکبير ووايه او په جومات کې ناستو هم تکبير ووايه. بيا رسول الله وويل: ((تر ما روسته علي مو پالندوى دى)) خلکو وويل: خوشحال يو، چې ((الله)) مو پالوونکى، محمد (ص) مو پېغمبر او علي بن ابيطالب کرم الله وجهه مو ولي او پالندوى دى. دا مهال الله تعالی د مائدې سورت (٥٦) آيت نازل کړ: ((او هغوى چې د الله تعالی، پېغمبر يې او د مؤمنانو ولايت ومني (بريالي دي؛ ځکه) د الله تعالی ګوند بريالي دی[509])). بايد پام مو وي، چې په (٥٦) آيت کې له ((وَالَّذِينَ آمَنُوا)) مطلب، ټول ايمانوال نه؛ بلکې هغه دي، چې په مخکې آيت کې په ټاکليو ځانګړنو اشاره ورته وشوه.[510]

((قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللّهِ مَن لَّعَنَهُ اللّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ أُوْلَـئِكَ شَرٌّ مَّكَاناً وَأَضَلُّ عَن سَوَاء السَّبِيلِ= ))

٦٠_ مَسح: د آيت دا برخه ((او بيزوګانې او خوګان ترې جوړل شول)) مسخ (د انسان د بڼې اوړېدو او پر څاروي بدلېدو) ته اشاره لري. قرآن حکیم کريم په څو ځايونو کې د سبت اصحابو مسخ او پر بيزوګانو يې اوړېدو ته اشاره کړې ده. لکه چې د بقرې سورت په (٦٥) آيت کې وايي: ((او سکه تاسې د خپل قوم د هغو کسانو له حاله خبر شوئ، چې د شنبې پر ورځ يې ګناه کړې وه، موږ وویل: د رټل شويو بيزوګانو په څېر شئ!)) ځينو ويلي، د آسماني مائدې تر راکوزېدو روسته، د حضرت عيسى علیه السلام يو شمېر اصحاب مسخ او خوګان شول. له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې په تاريخ کې ځينې سرغړاندې ډلې هم مسخ شوې دي. مسخ په همدې نړۍ کې د ګناهګارو انسانو له باطني څيرې د پردې لرې کول دي، چې د هستۍ په همدې پړاو کې په محدود ډول (د ځينو سرغړاندو اقوامو د سزا او د نورو انسانانو د ويښولو لپاره) پېښ شوي؛ خو په پراخه توګه دا پرده لرې کونه تر مرګ روسته او په عمومي توګه په قيامت کې وي. په يو روايت کې راغلي، چې د حج په وخت کې يو تن (ابو بصير) امام صادق رحمة الله علیه وپوښت: حاجيان څومره ډېر دي! امام وويل: ((او حاجيان لږ دي!)) بيا امام د الله تعالی په امر د ابو بصير له سترګو پرده لرې کړه او، چې حاجيانو ته يې وکتل، په ډول ډول څارويو کې يې، ډېر لږ انسانان وليدل.[511]

((وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاء وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ =))

٦٤_ د پالونکي په هکله د يهوديانو رډ سترګي: مفسرانو ددې آيت په شأن نزول کې بېلابېلې خبرې کړې؛ خو ښه سمه يې دا ده، چې کله يهودو هغه آيتونه واورېدل، چې پکې صدقات، الله تعالی ته په پور تعبير شوي [ لکه د بقرې ٢٤٥ آيت: څوک دى، چې الله تعالی ته غوره پور (قرض حسنه) ورکړي]؛ نو په ملنډو يې وويل: د الله تعالی لاس تړلى دى او د خپلو اړتياوو لرې کولو، دين دودولو او د خپلې بلنې ژوندي کولو لپاره څه لګولاى نشي؛ نوځکه يې له خلکو پور غوښتى دى. په هر حال، د آيت شأن نزول چې هر څه وي، د يهودو دا چټل اند (يعنې په ځينو پېښو کې د الله تعالی د لاس تړل) د هغوى له ديني ښوونو او شته توراته ډېر لرې نه دى. له اوسني توراته څرګندېږي، چې ځينې چارې الله تعالی بېوسه کولاى شي او موخې ته د ورسېدو يې خنډېږي؛ لکه د ځينو غښتليو انسانانو داستان، چې د الله تعالی د ارادې خنډ شول. ددې مطلب شاهد، هغه داستانونه دي، چې په تورات کې له تېرو پېغمبرانو (لکه آدم عليه السلام او نورو) راغلي دي. له يهودو سره داسې ګروهي شته، چې په الله تعالی پورې داسې تورونه تړلاى شي، چې د الله تعالی له شان سره اړخ نه لګوي، که څه دا خبره (يعنې د الله تعالی د لاس تړل) يې په ملنډو کړې؛ خو د الله تعالی په باب يې له يو ډول ګروهي راولاړه شوې ده. په ځينو رواياتو کې يې هم دا ګروهې (چې ددې خبرو سرچينه يې ده) ويل شوي دي لکه چې ددې آيت په تفسير کې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت کې لولو: ((د يهودو له دې خبرې ((چې د الله تعالی لاس تړلى دى)) مطلب دا دى چې و یې ويل: الله تعالی د پنځون چار تر سره کړى او بيخي نوى چار نه کوي؛ خو هغه چې په پيل کې يې تقدير کړى وي. الله تعالی يې دا خبره رد کړه او و یې ويل: ((بلکې لاسونه يې پرانستي دي او چې څنګه وغواړي، ورکړه او انفاق کوي)) يعنې د خپل مصلحت له مخې، هر چار پر څټ يا مخې ته کولى يا ډېر او لږولاى شي[512]))

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ= ))

٦٧_ په خم غدير کې د علي کرم الله وجهه ولايت اعلانول: شيعه مفسرانو او علماوو او ډېرى د اهلسنتو مفسرانو او عالمانو ددې آيت په شأن نزول کې ويلي، چې دا آيت تر حجة الوداع (د نبي کريم روستى حج) روسته پر رسول الله نازل شوى او مطلب يې تر رسول الله روسته د علي کرم الله وجهه د ځايناستۍ اعلانول دي. له لوى اختره اته ورځې تېرې شوې وې، چې حاجيان د جحفې سيمې او د خم غدير وچې او سوځنده بېديا ته رسېدلي وو، دا سيمه يوه څلور لارې وه، چې مسلمانان يو له بله بېلېدل او هرڅوک د خپلې سيمې پر لور تله. هلته د وحې پرښته نازله شوه او دا آيت يې د الله تعالی له لوري پر رسول الله نازل کړ او رسول الله، مسلمانان (چې د ځينو رواياتو له مخې يې شمېر ١٢٤ زره تنه وو) په دې ځاى کې راټول کړل او په جيګ غږ يې د وينا په ترڅ کې په ډاګه على کرم الله وجهه خپل خليفه او ځايناستى معرفي کړ او له خلکو يې بيعت ورته واخست. خلکو ته تردې الهي پېغام رسونې روسته، د مائدې سورت درېيم آيت ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا)) پرې نازل شو. پر هغه ورځ په خلکو کې شور و ځوږ شو او ټولو علي کرم الله وجهه ته ددې موقعيت او مقام په پار مبارکي ورکړه او له مشهورو وګړيو، چې مبارکي يې ورکړه، حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) ول، چې د خلکو په مخ کې يې دا جمله وويله: ((افرين درباندې، افرين درباندې، د ابو طالب زويه! ته زما او د ګردو ايمانوالو نارينه او ښځو مولا او مشر شوې)) (نمونه، ٥: ٨_ ١٢ مخونه). له دې آيته دوه ټکي د څرګندونې وړ دي: ١_ د آيت دا برخه ((او که و نه کړې (او الهي پېغام ونه رسوې)؛ نو د هغه رسالت دې سرته رسولى نه دى))، د آيت د امر فوق العاده اهميت څرګندوي. بېشکه رسول الله الهي رسالت او پېغام رسوي؛ خو په آيت کې راغلى شرط، د آيت د حکم اهميت ښيي. آيت په ظاهره وايي، چې پېغمبره! که علي خپلې ځايناستۍ ته معرفي نه کړې، د الله تعالی رسالت دې رسولى نه دى (او په حقيقت کې څه چار دې کړى نه دى)؛ خو په باطن کې ټولو مسلمانانو ته اعلانوي، چې ټول دين يې د علي کرم الله وجهه په ولايت پورې تړاو لري. ٢_ د آيت دا برخه ((او الله تعالی دې د خلکو (له احتمالي زيانونو) ژغوري)) راښيي، رسول الله په دې آيت کې د نازل شوي حکم له ابلاغولو (چې مؤظف و، خلکو ته يې ورسوي) ډارېده او خلکو ته ددې آيت د حکم په رسولو، رسول الله ته ځاني خطر اوړېده يا الهي دين ناتمام (او نيمګړى) پاتېده. څرګنده ده چې رسول الله له وژل کېدو نه ډارېده؛ ځکه سراسري جهادي ژوند او د الله تعالی په لار کې سرښندنه يې، دا نظر ردوي؛ بلکې له دې اړخ ډاريده، چې خلک به يې په يوه داسې څيز تورن کړي، چې بيخي به ددې کار په کولو لاسبرى نشي. الله تعالی په دې آيت کې رسول الله ته ضمانت ورکړی، چې د خلکو له شره به يې بچوي. لکه چې له دوو سترو اصحاب (حضراتو ابن عباس او جابر بن عبدالله انصاري رضى الله عنهما) روايت شوى، چې الله تعالی خپل استازي ته امر وکړ، چې علي کرم الله وجهه په ډاګه د خلکو په مخ کې پر پالندوينې او سرپرستۍ وګوماره؛ خو رسول الله ډارېده، چې خلک به ووايي، چې د خپل تره زوى يې نصب کړ او په اړه به يې پېغور ورکوي. الله تعالی تعالى رسول الله ته وحې ولېږله، چې ((پېغمبره! څه، چې دې د پالونکي له لوري درنازل شوي، ورسوه. . .)) تردې روسته رسول الله د خم غدير پر ورځ، د علي کرم الله وجهه ولايت اعلان کړ[513].

((وَحَسِبُواْ أَلاَّ تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ اللّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ =))

٧١_ د يهودو توکمپالي، له ناخبرۍ او د حقايقو له ناليدو راولاړ شوى دى: مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي: يهودو انګېرله، چې که هر ناوړه چار وکړي؛ نو سزا نه ورکول کېږي، علت يې دا و چې د يعقوب (بني اسرائيل) له ځوځاته دي او ځان ته پر ډېر ارزښت قايل وو او ځانونه يې د الله تعالی اولاد او دوستان ګڼل. دا نژادي تعصب يې لامل شو، چې ګومان وکړي، د خپلو کړو وړو په پار سزا نه ورکول کېږي. دې فاسد ګومان یې سترګې د حق له ليدو ورړندې کړې او غوږونه يې ورکاڼه کړل، چې د پېغمبرانو بلنه او چې څه يې پر ګټه وو وانه وري[514]. داچې د ((عَمُوا وَصَمُّوا، ړانده او کاڼه)) جملې په بيا ځلي پسې ((كَثِيرٌ مِنْهُمْ، ډېرې يې)) جمله راغلې، دواړو جملو ته د توضيح او څرګندنې لپاره ده؛ یعنې د حقايقو پروړاندې د غفلت، ړوندتوب او کوڼتوب حالت، عمومي اړخ نه درلود؛ بلکې تل پکې يو صالح لږکى و او دا يو څرګند دليل دى، چې د يهودو په باب د قرآن حکیم جملې نژادي او ټبريز اړخ نلري؛ بلکې کړو وړو ته يې ګوتنيونه ده. دا، چې ولې د ((عَمُوا وَصَمُّوا)) جمله بياځلي راغلې، ځينو مفسرانو يې په اړه ويلي، چې دا دواړه جملې د بني اسرائيلو دوه بېلابېلو حالاتو ته اشاره ده: يو هغه وخت، چې بابليانو برید پرې وکړه او بل هغه مهال، چې ايرانيانو او روميانو برید پرې وکړ. دا احتمال هم شته، چې دوى څو ځل پردې حالت اخته شوي او د خپلو چارو شو مې او سپېرې پايلې يې ليدې، توبه يې کاږله او بيا يې هم توبه ماتوله، نه داچې يوازې دوه ځل شوى وي.[515]

((لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ =))

٧٢_ پر تثلیث بې بنسټه ګروهه: ډېرى مفسرينو ګومان کړى، چې دا آيت او ورپسې آيت په مسيحيانو کې د دوو بېلابيلو ډلو دوو جلا ګروهو ته اشاره لري، لومړى ډله ګروهه لري، چې الله تعالی او مسيح يو دي؛ خو بله ډله پر درې ګونو خدايانو قايل دي؛ خو له مسيحيته دا ډول اخستنه یا برداشت او پوهېدنه له حقيقت سره اړخ نه لګوي؛ ځکه په مسيحيانو کې د تثليث ګروهه عامه ده؛ لکه په موږ مسلمانانو کې پر توحيد او د الله تعالی پر وحدانيت ګروهه. البته مسيحيان په عين حال کې چې خدايان، حقيقتاً درې ګوني ګڼي، حقيقي يو ګونى يې هم ګني او په ګروهه يې، درې حقيقي واحدونو يو حقيقي واحد جوړ کړى. دا آيت او ورپسې آيت ددې دوو پېښو دوو بېلابېلو اړخونو ته اشاره کوي: لومړى آيت، د درې ګونو خدايانو يوالي ته اشاره ده او دويم آيت يې شمېر ته اشاره ده. دا دواړه خبرې، چې په يو بل پسې راغلي د ګروهې ابطال ته يې يو څرګند دليل دى، چې څنګه الله تعالی کله له مسيح او روح القدس سره ((يو)) او کله له درېيو څيزونو ځنې ((يو)) کېږي آيا له ((يوه)) سره د ((درېيو)) مساوي کېدل معقول دي؟! څه چې دا حقيقت تاييدوي دا دى چې په مسيحيانو کې بيخي داسې ډله نه مومو، چې پر درې ګونو خدايانو قايله نه وي.[516]

٧٢_ د مسيح علیه السلام پر دار ځړولو ګروهه او مخونه يې: د آيت دا برخه [چې د حضرت عيسى علیه السلام له خولې وايي ((چې چا څوک له الله تعالی سره شريک کړ؛ نو الله تعالی پرې جنت حرام کړى دى او هستوګنځى يې دوزخ دى او ظالمان مرستندويان نه لري))] د مسيحيانو يوه فاسده ګروهه باطلوي. دوى ګروهن دي، چې مسيح علیه السلام په خپله خوښه دار غوره کړ او ځان يې خپلو لاروياتو ته ځار کړ او د دار ځړولو په پار يې د مسيحيانو ګناهونه بښل شوي او الهي مکلفيتونه ترې لرې شوي او په پايله کې بې له دې، چې اور ورپسې شي، جنت ته به ځي. الله تعالی په دې آيت کې د هغوى ناسمه ګروهه ردوي او وايي، چې پخپله حضرت مسيح ويلي، چې څوک مشرک شي؛ نو دوزخي به وي او بيخي به جنت ته ونه رسي.[517]

 ((قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيرًا وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ= ))

  1. ٧٧_ موحد ډولي مشرکان: مفسرانو د آيت تردې برخې ((او د هغه ټولي په چټي غوښتنو پسې مه ځئ، چې درنه مخکې په خپله هم بېلاري شوي وو او ډېر نور يې هم بېلارې کړل او له سمې لارې واوښتل)) لاندې ويلي، چې له دې ټولي مراد، بوتپالي دي. له قرآن حکیمه ګټنه کېږي، چې د کتابيانو باطلې او پر شرک ککړې ګروهې، د کافرو او مشرکو بوتپالو له ګروهو سرچينه نيولې ده. لکه چې د توبې سورت په ٣٠ آيت کې راغلي: ((او يهوديان وايي: ((عزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي: ((مسيح د الله زوى دى.)) د خولې دا هسې خبرې یې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، الله دې دوى ووهي، چې څنګه (له حقه) اړول کېږي!)) نوځکه د مائدې سورت ٧٧ آيت هغه حقيقت ته اشاره کوي، چې د تاريخ له څېړنو روسته هم پوهېدل کېږي، چې د ((پلار و زوى)) داستان د تېرو بوتپالو له ګروهو د کتابيانو ګروهو ته ورننوتى دى. دا ګروهې د هند و چين په برهمايې او بودايي بوتپالو کې دود وې او په لرغوني مصر او نورو کې هم وې. دا ګروهې د کتابيانو مبلغينو په خپل دين کې ننه ايستې او د دين جامې يې ورواغوستې؛ نو دين يې په ظاهره توحيدي دي؛ خو په حقيقت کې ((وَثَنى)) دی. يهوديانو، عزير او مسيحيانو، مسيح د الله تعالی زوى ګاڼه[518].

 ((لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ= ))

٧٨_ د بني اسرائيلو کافرانو ته حضرت داوود او عيسى عليهما السلام ښيرا کړې ده: داچې ولې يوازې د دوو تنو پېغمبرانو نامې اخستل شوي، مفسرانو پکې احتمالات ورکړي: ځينو ويلي دليل يې دا دى چې تر حضرت موسى علیه السلام روسته خورا مشهور پېغمبران همدا دوه ول او ځينو ويلي چې ډېرى کتابيان وياړېدل، چې د داوود علیه السلام اولاده ده او قرآن حکیم اعلانوي، چې داوود علیه السلام له سرغړاندو ځنې کرکجن و. ځينو ويلي چې د آيت دوو تاريخي پېښو ته اشاره ده، چې ددې دواړو پېغمبرانو غوسه يې راوپاروله او يو شمېر اسرائيلو ته يې ښېرا وکړه[519]. روستى نظر، امام باقر تاييدوي: ((داوود، ايله والو ته ښيرا وکړه؛ ځکه دده په زمانه کې يې د شنبې پر ورځ سرغړاندي وکړه؛[520] نو و یې ويل: خدايه، لعنت يې جامې او د کمربند په څېر يې ورباندې راتاوې کړې؛ نو الله تعالی بيزوګان کړل؛ خو عيسى علیه السلام هغو کسانو ته ښېرا وکړه، چې د آسماني مائدې تر راکيوتو روسته کافران شول)) په رواياتو کې راغلي، چې دوى خوګان شول.[521]

((لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُوَاْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ= ))

٨٢_ له مسلمانانو سره د يهودو دښمني او د نصاراوو دوستي: ډېرى مفسرانو روايت کړى، چې دا آيت او څو ورپسې آيتونه د ((نجاشي)) (د پېغمبر په زمانه کې د حبشې چارواکى) او يارانو په باب يې نازل شوي دي. په ٨٢ آيت کې د رسول الله د همپېرو يهودو او مسيحيانو ترمنځ پرتلنه شوې او ويل شوي، چې يهود او مشرکان د مؤمنانو سرسخت دښمنان دي او د مؤمنيو مينوال هغوى دي، چې وايي مسيحيان يو. د اسلام تاريخ، پردې مطلب ګواه دى، چې يهودو په ډېرى ضد اسلامي جګړو کې نېغ په نېغ يا پسي شا لاس درلود او له هېڅ ډول لاسوهنې او دښمنۍ يې ډډه نه کوله او ډېرو لږو يې اسلام ومانه، حال دا وينو مسلمانان په اسلامي غزواتو کې ډېر لږ له مسيحانو سره مخ شوي او وينو، چې ډېرى وګړي يې (لکه نجاشي او ملګري يې) د مسلمانانو له ليکو سره يو ځاى شول[522]. تر رسول الله روسته هم دا پېښه روانه وه. په تېرو پېړيو کې هم ډېرى مسيحيانو ايمان راوړى؛ خو له يهودو او بوتپالو ډېر لږو اسلام منلى دى.[523]

((وَإِذَا سَمِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ =))

٨٣_ نجاشي؛ خپل اسلام پټ کړ: لکه چې د مخکې آيت په څرګندنه کې وويل شو، دا آيتونه د نجاشي او يارانو په باب يې نازل شوي دي. مفسرانو ويلي، رسول الله په مکه کې د هستوګنې پرمهال، خپلو اصحابو ته د مشرکانو له زيان رسولو ډارېده؛ نوځکه يې جعفر بن ابى طالب، ابن مسعود، عثمان بن مظعون له يو شمېر اصحابو (رضى الله عنهم) سره د حبشې پاچا نجاشي ته واستول، چې مشرکان خبر شول؛ نو عمرو عاص يې له يوې ډلې سره نجاشي ته ورولېږه. ويلي يې دي، چې دوى د رسول الله تر اصحابو ژر د نجاشي دربار ته ورننوتل او نجاشي ته يې وويل: يو تن مو له منځه راپاڅېدلى، چې د قريشو عقلونه تباه او فاسد بولي او انګېري چې پېغمبر دى. يوه ډله يې درته استولې چې قوم دې پر ضد فاسد کړي. موږ دا ښه وپتيېله، چې درشو او له دې پېښې دې خبر کړو. نجاشي وويل: که راغلل، د کړو خبرو په هکله به يې فکر وکړم. چې هلته د رسول الله اصحاب ورسېدل دربار ته يې ورغلل او څوکيدارانو ته يې وويل: د الله تعالی دوستانو ته اجازه وغواړئ. نجاشي وويل: اجازه ورکړئ، چې د الله تعالی پر دوستانو دې درود وي! چې ورننوتل، سلام يې پرې واچو، د مشرکانو ټولي وويل: پاچا! ودې نه ليدل، چې موږ رښتيا وويل؟ ستاسې په ځانګړي دود يې سلام ونکړ. نجاشي مسلمانانو ته وويل: ولې مو په ځانګړي دود سلام راباندې وانه چاوه؟ و یې ويل: موږ د جنتيانو او پرښتو په دود درباندې سلام واچاوه. نجاشي وویل: ملګرى مو (پېغمبر) د عيسى علیه السلام او مور په هکله يې څه وايي؟ و یې ویل: وايي: هغه د الله تعالی بنده او پېغمبر يې دى او د الله تعالی له لوري يوه کلمه او يو روح يې دى، چې الله تعالی په مريم کې ورواچو. د مريم په باب وايي: هغه يوه پاکلمنې او سپېڅلې ښځه ده، چې واده يې کړى نه دى، بيا نجاشي له ځمکې يو ډکى راپورته کړ او و یې ويل: د عيسى علیه السلام او مور په اړه يې څه چې ستاسې ملګري (پېغمبر) ويلي، (ان) ددې ډکي هومره هم ډېر ترې ويلي نه دي. پر مشرکانو د نجاشي دا خبره بده ولګېده او له خپګانه يې رنګونه واوختل. نجاشي وویل: چې څه درباندې نازل شوي، يو څه يې راته لولئ؟ و یې ويل: هو. نجاشي وويل: نو و یې لولئ: د قرآن حکیم څو آيتونه يې ورته ولوستل. هغه مهال د نجاشي ترڅنګ کشيشان، مسيحي راهبان او يو شمېر مسيحيان هم ناست ول؛ نو هر آيت، چې لوستل کيده داچې له حقه يې موندل، د ځينو کشيشانو او راهبانو له سترګو اوښکې بهېدې او د مائدې ٨٢ او ٨٣ آيتونه دې حالت ته اشاره ده. په نورو رواياتو کې راغلي، چې نجاشي او يارانو يې اسلام ومانه؛ خو نجاشي خپل اسلام پټ کړ تردې، چې د ځان له ډاره له حبشې ووت او د اسلام رسول الله پر لور ور روان شو؛ خو په لار کې وفات شو[524].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ =))

٨٧_ اسلام، د رهبانيت او ګوټناستۍ دين نه دى: ددې آيت په شأن نزول کې ګڼ شمېر روايت راغلي، چې ټوليز مضمون يې دا دى: د رسول الله يوې ډلې اصحابو هوډ وکړ، چې الله تعالی ته د ورنژدې کېدو لپاره له ځينو حلالو څيزونو (لکه دشپې خوب، د غوښې خوړل، د ورځې خوراک څښاک، کوروالى او. . .) ډډه کوي، چې رسول الله له دې هوډه خبر شو؛ نو ډېر خپه شو او و یې ويل: ((ولې ځينو پر ځان حلال څيزونه حرام کړي؟ با خبر، چې زه د شپې ويدېږم او کوروالى کوم او د ورځې خواړه خورم؛ نو چې څوک مې له سنتو واوړي له ما ځنې نه دى)) الله تعالی هم دا آيت نازل کړ.[525] په دې توګه، الله تعالی او استازي (ص) يې ټولو ته اعلان کړه، چې اسلام د رهبانيت او ګوټناستۍ دين نه؛ بلکې د بشر ټولې غوښتنې د حکمت او مصلحت له مخې دي او الله تعالی د دين له لارې دا غوښتنې تنظيم او انډول کړي او پر سمې سيده لارې يې ورایښې دي.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ=))

٩٠_ د شرک په کتار کې ګناه: ددې آيت په هکله، په شيعه او اهلسنتو په تفاسيرو کې ګڼ شمېر شأن نزولونه ياد شوي. له حضرت سعد بن وقاص (رض) څخه روايت شوى، چې دا آيت زما په باب نازل شوى دى. يو انصاري خوړو ته وبللو يو شمېر کسانو په مېلمستيا کې ګډون وکړ او پر خوړو سربېره يې شراب هم وڅښل. البته دا په اسلام کې د شرابو له حرامېدو مخکې وه، چې نشه شول؛ نو په خپلو وياړنو يې لاس پورې کړ. سوکه سوکه چار تردې ورسېد، چې يو يې په پزه د اوښ په هډوکې وويشتم او راماته يې کړه. رسول الله ته ورغلم او دا پېښه مې ورته تېره کړه. په دې موقع کې دا آيت نازل شو. د امام احمد حنبل له مسند د ابي داؤد له سننو، سنايي او ترمذي ځنې روايت شوي، چې حضرت عمر (رض) دعا کوله او ويل يې: خدايه! د شرابو په هکله څرګنده وينا راته وکړه، چې کله د بقرې سورت ٢١٩ آيت [ ((د شرابو او جوارۍ په اړه دې پوښتي ورته ووايه: په دواړو کې ستره ګناه ده او (له مادي پلوه) خلکو ته يو څه ګټه هم؛ خو زيان يې تر ګټې ډېر دى))] نازل شو، رسول الله ورته آيت ولوست؛ خو بيا يې خپلې دعا ته دوام ورکړ او و یې ويل: خدايه، په دې باب راته ښه څرګنده وينا وکړه تردې، چې د نساء ٤٣ آيت [((مؤمنانو! د مستۍ پر حال لمانځه ته مه ورنژدې کېږئ، چې پوه شئ څه وياست))] نازل شو. رسول الله دا هم ورته ولوست. بيا يې خپلې دعا ته دوام ورکړ تردې چې د مائدې ٩٠ آيت نازل شو (چې په دې موضوع کې فوق العاده څرګندنه او صراحت لري)؛ نو رسول الله چې آيت ورته ولوست و یې ويل: انتهينا، انتهينا (د شراب له خښلو ډډه کوم[526]). موږ ته د شرابو خښلو د حرمت او ناوړتوب په هکله له امامانو ډېر روايات رارسيدلي. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې راغلي: ((شرابخور د قيامت پر ورځ د بوتپال په څېر الله تعالی ته ورحاضرېږي[527])) په دې توګه امام، شرابخور، بې دينه او د مشرک او بوتپال په ليکه کې معرفي کړى دى. په يو بل روايت کې راغلي چا حضرت على کرم الله وجهه ته وويل: آيا ګڼئ، چې شرابخوري، تر زنا او غلا هم بدتره ده؟ علي کرم الله وجهه و یې ويل: ((هو؛ ځکه څوک چې زنا کوي، ښايي بله ګناه ونکړي؛ خو چې شرابخور شراب وڅښي زنا کوي، انسان وژني او لمونځ پرېږدي)) (کافي، ٦: ٤٠٣ مخ) بايد پوه شو، چې يوازې د شرابو څښل حرام نه دي؛ بلکې هرچار، چې په دې چټل عمل پورې اړه لري، حرام او انسان پرې نيول کېږي؛ لکه په يو روايت کې لولو، چې رسول الله د شرابو په هکله پر لسو تنو لعنت ويلى دى: ١_ چاچې يې ونه کرلې ده. ٢_ چاچې يې ونه ساتلې. ٣_ چاچې يې انګور زبېښلي. ٤_ چاچې څښلي. ٥_ چاچې په جام کې اچولي. ٦_ چاچې وړي. ٧_ چاچې له وړونکي اخستي. ٨_ چاچې پېرلي. ٩_ چاچې پلورلي. ١٠_ چاچې يې پيسې ترلاسه کړي وي[528]. د قيامت پر ورځ د شرابخور د سزا په اړه له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((شرابخور به د قيامت پر ورځ په داسې حال کې محشر ته راځي، چې مخ به يې تور وي؛ خوله به يې کږه وي، ژبه به يې راوتلې وي او له تندې به چغې وهي[529])). په بل روايت کې: ((الله تعالی به پرې هغه زوى او چټلي خوري، چې د جهنم په څاه کې غونډې شوې وي[530])). په بل روايت کې لولو، رسول الله پر الله تعالی قسم خوړلى چې کله به هم د شرابخور شفاعت ونکړي[531].

١٠٠_ ډيروالى، د پاکۍ او سموالي کچه نه ده: له دې آيته دا ټوليز قانون په لاس راځي، چې ډيروالى او اکثريت د پاکۍ او سموالي کچه نه ده. ښايي دا پايله د هغوى له مزاج سره اړخ ونه لګوي، چې په تبليغاتو او تلقيناتو هڅه کوي، چې د خلکو په ذهن کې کېنوي، چې يو څيز ته د اکثريت ورماتولو له لارې له بدو ځنې د ښو د سنجونې کچه ده. تردې چې باور يې کړى، چې حق يعنې څه، چې اکثريت خوښ کړي او ښه هغه دي، چې اکثريت ورمات وي. خو داسې نه ده. د نړيوالو ډېرى کړاوونه له همدې اندود ځنې راولاړ شوي دي. هو، که اکثريت له سمې مشرۍ او ښوونو برخمن شوي وي او په ټوله مانا رشيد وي او فکري بلوغ ولري؛ نو شونې ده لېوالتياوې يې د ښو او بدو سنجونې ته يوه کچه وي، نه نا رشيد او نا رهبري شوی اکثريت. دا آيت ټولو ته وريادوي، چې په يو ځاى کې هم د ښه والي او بد والي کچه اکثريت (ډېروالى) او اقليت (لږوالى) نه؛ بلکې په هر ځاى او هر وخت کې، پاکي تر ناپاکۍ غوره ده او عقلمن بيخي په ډېروالي او کثرت نه دوکه کېږي؛ بلکې تل له چټليو ډډه کوي، که څه ټول چاپېريال يې په ګناه ککړ وي او په پاکيو پسې ځي. که څه د چاپېريال ټول وګړي ورسره مخالفت وکړي[532]. د علي کرم الله وجهه په يو روايت کې لولو: ((خلکو! له دې مه ډارېږئ، چې د هدايت پر لار تلوونکي لږ دي))[533].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقرآن حکیم تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ =))

١٠١_ داسې څه مه پوښتئ، چې پوهېدل پرې تاسې خپه کړي: له دې چارو منظور، په ديني چارو او د شريعت په احکامو پورې اړوند مسايل دي. قرآن حکیم په دې آيت کې يادوي، چې الله تعالی پر مؤمنانو ډېرى چارې د عفوې او لورنې له مخې واجب او لازم کړي نه دي او ترې تېر شوى دى. نو مؤمنان دې هم بې ځايه پلټنه نه کوي او هغه چارې دې ته پوښتي؛ ځکه که ځواب يې ورښکاره شي؛ نو شونې ده مؤمنان له سختۍ سره مخ شي او عمل پرې ونکړي او په الهي عذاب کې راګېر شي. لکه چې موسى علیه السلام بني اسرائيلو ته د غوا د حلالو امر کړى و؛ خو چټي پلمې او بې ځايه پوښتنې يې وکړې او چې يې څومره پوښتنې ډېرېدې، دنده يې سختېده[534]. ددې آيت په شأن نزول کې راغلي، چې يوه ورځ رسول الله په خپلې وينا کې وويل: خلکو! الله تعالی، حج درباندې فرض کړى دى. ((عکاشة بن محصن اسدي)) وپوښتل: رسول الله! هر کال؟ رسول الله وويل: ((که زه ووايم، هو؛ نو هر کال حج ته تلل درباندې فرضېږي او که و یې نکړئ، بېلارې کېږئ تر هغې چې ما خبره کړې نه وي؛ نو تاسې هم خبره مه کوي؛ ځکه تر تاسې وړاندې ډېرى وګړي، له دې لامله هلاکت شول، چې له خپل پېغمبره يې پوښتنې او سرغړونې کولې)) دا مهال الله تعالی دا آيت نازل کړ. له رسول الله روايت شوى دى: ((الله تعالی پولي درټاکلي؛ نو ترې مه اوړئ او کوم فرض يې، چې درباندې فرض کړى، مه يې ضايع کوئ، او چې کوم څيزونه يې درباندې حرام کړي، حرمت يې مه ماتوئ او ځينې څيزونه يې د لورنې له مخې درپرېښي، نه چې هېر يې وي؛ نو و یې منئ او په اړه يې ويينه او پلټنه مه کوئ[535]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ= ))

١٠٥_ ځان جوړونه او پر نېکيو امر او له بديو منع، يو د بل مل دي: ځينو انګېرلې، چې ددې آيت او پر نېکيو د امر او له بديو د منع ترمنځ يو ډول ټکر شته؛ ځکه آيت وايي: ((ځانونه مو څارئ، که تاسې په خپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بېلاريتوب زيان در رسولاى نشي)) ځينو آرام خوښیو ته، چې پر نېکيو د امر او له بديو د منع په باب خبرې کوې؛ نو د خپلو اوږو سپکولو لپاره په دې آيت پورې نښلي او مانا يې اړوي. خو په لږه ځيرنه څرګندېږي چې ترمنځ يې څه تضاد او ټکر نشته؛ ځکه لومړى دا آيت وايي، چې د هر چا حساب جلا دى او د نورو بېلارېتوب (لکه نيکونو او بې له نيکونو) د هدايت موندل شويو پر هدايت څه داغ نه لګوي ان که پلار، رور يا زوى هم وي؛ نوځکه تاسې ورپسې مه ځئ او ځان وژغورئ. دويم دا هغه موقع ته اشاره کوي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع اغېز نلري يا يې د اغېز شرايط چمتو نه وي. کله ځينې وګړي په دغسې موقعو کې خپه کېږي، چې په دغسې حالاتو کې مکلفيت مو څه دى. قرآن حکیم ورته ځواب ورکوي، چې مه خپه کېږئ؛ ځکه خپله دنده مو سرته رسولې او هغوى منلې نه ده يا يې پکې د منلو څه لاره چاره نه وه؛ نوځکه له دې اړخ به څه زيان درونه رسي. په يو روايت کې راغلي، چې رسول الله ددې آيت په اړه وپوښتل شو: رسول الله وویل: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ خو چې ومو ليدل خلک دنيا لومړيت بولي او پر انسانانو بخل او ځاني غوښتنې واکمنې دي او هر څوک يوازې خپله رايه خوښوي؛ نو ځانونه څارئ او عوام پرېږدئ)) شک نشته، پر نېکيو امر او له بديو منع د اسلام له مهمو ارکانو ځنې دي، چې په هېڅ توګه اوږه ترې خالي کولاى نشو، يوازې هله دا دوه دندې ځنډېږي، چې اغېز ته يې څه هيلمني نه وي او لازم شرايط يې چمتو نشي.[536]

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَأَصَابَتْكُم مُّصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلاَةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لاَ نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَلاَ نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللّهِ إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الآثِمِينَ=))

۱۰۶- په سفر او خطر کې د وصیت اړتیا: ددې آیت په شأن نزول کې راغلي ((تميم داري)) (چې مسلمان و) او ((ابن بندي)) او ((ابن ابي مارته)) (چې مسيحيان وو) د سفر ملګري شوو. له تميم داري سره يې په خورجين کې شتمني لکه د سرو لوښي او غاړه کۍ وه، چې د عربانو په بازار کې يې وپلوري. په لار کې رنځور شو او رنځوري يې سخته شوه، چې مړينه يې رانژدې شوه؛ نو خپله شتمني يې دواړو مسيحيانو ته ورکړه، چې وارثانو ته يې ورسوي. هغوى د سرو لوښى او غاړکۍ واخستې او پاتې نور يې وارثانو ته ورکړې. د تميم خپلوانو، تر ډېرې پلټنې روسته د سرو لوښى او غاړه کۍ ونه مونده؛ نو په مسيحانو پسې ورغلل و یې پوښتل: آيا رنځوري يې اوږده وه؟ و یې ويل: نه. و یې پوښتل: غل پرې راغلى و؟ و یې ويل: نه. و یې پوښتل: آيا په سوداګرۍ کې يې زيان وکړ؟ و یې ويل: نه. وارثانو وويل: د سرو لوښى اوغاړکۍ مو ونه مونده. مسيحيانو وويل: چې څه يې راکړي وو درمو کړل. دواړه يې رسول الله ته بوتلل او رسول الله وویل، چې د خپلې بېګناهۍ لپاره قسم وخورئ. قسم يې وخوړ. رسول الله هم پرېښوول، څه موده روسته معلومه شوه، چې د سرو لوښى او غاړه کۍ له دواړو مسيحيانو سره وه. وارثين رسول الله(ص) ته ورغلل او له موضوع يې خبر کړ. دا مهال دا آيتونه نازل شول او ددغسې شرايطو حکم يې بيان کړ. رسول الله د تميم وارثينو ته وويل، چې خپلې ادعا ته سوګند وخورئ او بيا يې له دواړو مسيحيانو د سرو لوښى او غاړکۍ واخسته او د تميم وارثانو ته يې ورکړه.[537]

((يَوْمَ يَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُواْ لاَ عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ=))

١٠٩_ د الله تعالی په اړه د پېغمبرانو ادب: د آيت تردې برخې لاندې چې د پېغمبرانو له خولې يې وايي ((پر څه نه پوهېږو؛ همدا ته له پټو رازونو خبر يې)) ذهن ته دا پوښتنه راځي، چې د قرآن حکیم په وينا پېغمبران به د قيامت پر ورځ راوستل شي او د خپلو امتونو پر کړو وړو به ګواهي ورکوي؛ يعنې دوى د خپلو امتونو له حالاتو باخبر دي. په ډېرى رواياتو کې هم راغلي، چې رسول الله د الله تعالی په امر له ډېر غيبي خبرونو باخبر و؛ نو ولې دا آيت د پېغمبرانو له خولې راوړي، چې د قيامت پر ورځ وايي: ((موږ پر څه نه پوهېږو))؟ مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب کې پريمانه مخونې کړي. ښايي غوره ځواب دا وي، چې د پېغمبرانو دا وېنا د ايکي يو الله تعالی پروړاندې يې پوره ادب راښيي. د الله تعالی پروړاندې وايي: پالونکيه! علم دې ذاتي دى او موږ چې هر څه لرو تا راکړي او علم مو ستا د پوهې پروړاندې کوم څيز نه دى او ستا پروړاندې پر څه نه پوهېږو، ته پخپله پوهېږې، چې زموږ د بلنې پروړاندې يې څه غبرګون و[538].

 ((إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِىءُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَـذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ= ))

١١٠_ تکويني ولايت؛ يو قرآن حکیمي حقيقت دى: په دې آيت کې څلور ځل د ((بِإِذْنِي)) (زما په اجازه) کلمه راغلې، چې د حضرت عيسى علیه السلام په اړه غلو او د الوهيت ادعا ته څه ځاى پاتې نشي؛ يعنې چې څه یې کول که څه هېښنده و او له الهي چارو سره يې ورته والى درلود، يو يې هم له خپل لوري نه؛ بلکې ټول د الله تعالی له لوري کېدل. هغه يو مخې د الله تعالی بنده و او چې هرڅه يې درلودل د الهي بې پايه ځواک په مرستې و. همدغسې دا آيت او په څېر يې، د الله تعالی د وليانو پر تکويني ولايت څرګند دليل دى؛ ځکه د مړيو ژوندي کول، د مور زېږي ړوند بينا کول، د لا علاجه رنځور رغول او د خټين مارغه جوسه، پر مارغه اړول پخپله حضرت عيسى علیه السلام پورې تړل شوي دي[539]. دا هماغه حقيقت دى، چې موږ د رسول الله، امامانو او ان د يو شمېر الهي نارينه وو په باب پرې ګروهن يو، چې د الله تعالی په اجازې يې، خارق العاده چارې کولې.

((وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُواْ بِي وَبِرَسُولِي قَالُوَاْ آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ =))

١١١_ د وحې يوه مانا: الهام، په قرآن حکیم کې د وحې يوه مانا ده او په دې آيت کې هم وحې پر همدې مانا راغلې ده. په نورو آيتونو کې هم وحې پر همدې مانا کارول شوې؛ لکه د قصص په ٧ آيت کې: ((او د موسى مور ته مو وحې وکړه، چې شيدې ورکړه)) يا د نحل ٦٨ آيت: ((او پالونکي دې هم مچۍ ته وحې وکړه)) په يو روايت کې راغلي، چا ددې آيت په اړه امام باقر رحمة الله علیه وپوښت چې د ((او چې کله مو حوارينو ته وحې وکړه)) مانا څه ده، امام وويل: ((الهام ورته وشو[540].))

((إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاء قَالَ اتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ =))

١١٢_ د آسماني مائدې غوښتنه: مائده په لغت کې د ((خوړو لوښي)) او کله پخپله ((خوړو)) ته هم ويل کېږي. شونې ده، د آيت دا برخه چې د حواريونو له خولې وايي: ((آيا پالونکى دې له آسماني مائده راکوز ولاى شي؟)) په ذهن کې دا پوښتنه راولاړه کړي، چې آيا حوارين د الله تعالی پر ځواک شکمن وو. ځينو مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې په آيت کې له کولو مطلب او مصلحت غوښتنې کنايه ده؛ یعنې آيا پالوونکى دې مصلحت بولي، چې له آسمانه مائده راباندې راکوزه کړي؟ لکه چې ويل کېږي ((آيا راسره تلاى شي؟)) په دې مانا: آيا مصلحت بولې، چې راسره ولاړ شې[541]؟همدغسې د حواريونو دغه معجزه غوښتنه په دې مانا نه ده، چې د مسيح علیه السلام پر نبوت شکمن وو؛ بلکې د ډېر يقين او د ايمان د لوړو مرتبو ترلاسه کولو لپاره و؛ ځکه انسان چې څومره پر يو مطلب مؤمن هم وي، بيا هم لېوال دى، چې په حسي چوکاټ کې يې وويني[542].

((قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاء تَكُونُ لَنَا عِيداً لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ =))

١١٤_ اختر (عيد): عيد په لغت کې له ((عود)) اخستل شوى او د ستنېدا پر مانا دى؛ نوځکه هغو ورځو ته عيد (او اختر) وايي، چې له کوم قوم او ټولي ستونزې لرې شي او ړومبيو خوشحاليو او سوکاليو ته ورستانه شي. په اسلامي اخترونو کې داچې د رمضان مبارکې مياشتې په رڼا کې (د فطر اختر) يا د حج د سترې فريضې په ترسره کولو (د قربانۍ اختر) د انسان روح ته ړومبۍ فطري صفا او پاکي ورستنېږي او د ګناهونو دوړې (چې د فطرت پرخلاف دي) له منځه ځي؛ نوځکه اختر (عيد) ورته وايي. داچې د مائدې د راکوزېدو ورځ پر الله تعالی د ايمان د بريا او پاکۍ د راستنېدا ورځ وه، حضرت مسيح علیه السلام اختر ونوموله او لکه چې په رواياتو کې راغلي، مائده د يکشنبې پر ورځ راکېوتې وه او ښايي د مسيحيانو په نظر د يکشنبې د ورځې د درناوي يو دليل همدا وي. د حضرت علي کرم الله وجهه په يو روايت کې همدې موضوع ته اشاره شوې ده: ((هره ورځ، چې پکې له خدايه سرغړاندي ونشي، اختر دى)) ځکه د ګناه پرېښوولو ورځ، ړومبي فطرت ته د پاکۍ ورستنېدا ورځ ده.[543] له آيته د يو بل ټکي ګټنه هم کېږي، که په ځينو شرايطو کې پر يو امت ستره لورنه وشي؛ نو هغه ورځ رسمي اختر اعلانولاى شي؛ لکه حضرت مسيح علیه السلام چې خپل امت ته د مائدې راکوزېدو ورځ د اختر ورځ معرفي کړه، چې لارويان يې هر کال هغه ورځ اختر کړي؛ نوځکه د رسول الله د زوکړې ورځ يا يې بعثت يا هره ورځ، چې امت ته پکې معنوي او ستره مائده راکيوتې وي، د اختر ورځ کېداى شي؛ ځکه ددې ورځو برکتونه، حواريونو ته د آسماني مائدې تر راکيوتو خورا اوچت ول[544].

١١٤_ د آسماني مائدې څرنګوالى: له امام باقر رحمة الله علیه څخه روايت شوى: ((پر بني اسرائيلو راکېوتې مائده، له آسمانه د سرو په ځنځيرونو راځوړنده وه، چې پکې نهه دانې کبان او نهه ټکلي ډوډۍ وه))[545]

((قَالَ اللّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لاَّ أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ= ))

١١٥_ بېساري مجازات: ددې جملې په تفسير کې يې ويلي، چې د آسماني مائدې غوښتونکيو يوه داسې معجزه وغوښته چې په همدوى پورې ځانګړې وه او مخکې يو امت هم دغسې غوښتنه کړې نه وه. له همدې کبله الله تعالی وويل: لکه چې هغوى ته مې د بېسارې معجزې په ورکولو شرافت او وياړنه ورکړه، که روسته ترې کافر شي؛ نو په بېساري عذاب به يې عذاب کړم. البته له آيته دا نه راولاړېږي، چې هغه به په عذابونو کې يو خورا سخت او دردناک عذاب وي؛ بلکې وايي چې په خپل ډول کې به يو بېسارى عذاب وي. په ځينو رواياتو کې راغلي. هغوى چې د مائدې تر راکېوتو روسته کافران شول، بڼې يې وا وختې او خوګان شول[546].

((قَالَ اللّهُ هَذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

١١٩_ د رښتينتوب ارزښت او اغېز: الله تعالی په دې آيت کې وايي چې په نړۍ کې د رښتينو، رښتيا او راستي په آخرت کې يې پر ګټه ده. دا رښتيا يوازې د خولې رښتينتوب نه رانغاړي؛ بلکې عملي رښتينتوب هم لازم دى. البته د ويناوو د رښتنيتوب پايله د کړو وړو په رښتينتوب پاى ته رسي. په يو روايت کې راغلي، چې يو بېديا ميشتي له پېغمبره (ص) پند وغوښت. پېغمبر ورته سپارښتنه وکړه، چې دروغ به نه وايې بيا سړي ويلي و، چې پر همدې يو نصحيت عمل کول له ټولو ګناهونو بچ کړى دى؛ ځکه، چې له هرې ګناه سره به مخ شو؛ نو رايادېدل، که و یې کړم او څوک رانه وپوښتي، چې څه دې وکړل؛ نو بايد رښتيا ووايي او خلک له خپلې ګناه خبر کړي؛ نوځکه د همدې مطلب له ډاره مې ګناه نه کوله.[547]

سورة الانعام

د انعام سورت ټوليزه منځپانګه: توحيد او د شرک نفې، ددې سورت آريزه منځپانګه او موخه ده. الله تعالی، ايکي يو ګڼل؛ پردې مانا ده، چې انسان يو پالوونکى لري، چې د ګردو نړيوالو پالوونکى دى او ټول څيزونه د همده دي او پر لور يې ورستنېږي او پېغمبران يې ددې لپاره خپلو بندګانو ته ولېږل، چې د خپلې لورنې زيرى وکړي او له خپلې غوسې او عذاب يې وډاروي او حق دين ته يې ورسيخ کړي. له همدې لامله، ددې سورت ډېرى آيتونه، د مشرکانو پر ضد او د توحيد، معاد او نبوت په هکله دي. البته شرعي دندو او ديني محرماتو ته هم په لنډو اشاره شوې ده[548].

((الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِم يَعْدِلُونَ =))

١_ رڼا او تياره: له دې آيته ګټنه کېږي لکه څنګه چې رڼا د الله تعالی له مخلوقاتو ځنې ده، تياره يې هم پنځولې ده؛ خو په فلاسفه وو او د طبيعي علومو په پوهانو کې مشهوره ده، چې د رڼا نشتوالي ته تياره وايي او په واقع کې په خپله شتون نلري او مخلوق ورته ويلاى نشو؛ نوځکه بايد دا پوښتنه وځوابوو، چې ولې دې آيت تياره په مخلوقاتو کې شمېرلې ده. ددې پوښتنې په ځواب کې ويلاى شو، لومړى دا، تياره همېشه د مطلق تيارې پر مانا نه؛ بلکې ډېرې لږې او کمزورې رڼا (چې د ډېرې او غښتلې رڼا په مقابل کې وي) ته هم تياره ويل کېږي؛ نوځکه د آيت مفهوم دا دى، چې الله تعالی د ورځې رڼا او د شپې تياره (يعنې قوي رڼا او ډېره کمزورې رڼا) درته رادبره کړې او ښکاره ده، چې پر دې مانا تياره، د الله تعالی له مخلوقاتو ځنې ده. دويم، سمه ده، چې مطلق تياره يو نشت چار دى؛ خو که نشت چار (امر عدمي) په ځانګړو شرايطو کې واقع شي، هرو مرو له شته چاره (امر وجودي) سرچينه اخلي. يعنې هغه چې په ځانګړو شرايطو کې يې ټاکليو موخو ته مطلق تياره رادبره کړې، هرو مرو بايد له شته وزلو ګټنه وکړي. لکه چې يوه خونه انځور اخستو ته په يوې ټاکلې شېبې کې تياره کوو؛ نو ناچاره يو د رڼا مخه ونيسو، چې په يوې ټاکلې نېټې کې تياره رامنځ ته شي، چې دغسې تياره هم مخلوق دی[549].

((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلاً وَأَجَلٌ مُّسمًّى عِندَهُ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ= ))

٢_ اجل او ډولونه يې: په دې آيت کې ((اجل مسمّى)) او ((اجلاً)) په دوو بېلابېلو ماناوو دي. نوځکه يې مفسرانو د توپير په اړه ويينې کړي. د قرآن حکیم له آيتونو او د اهلبيتو له رواياتو ګټنه کېږي، چې توپير يې په دې کې دى، چې ((اجل يوازې د عمر، وخت او غيرې حتمي مودې پر مانا دى او ((اجل مسمى)) د حتمي عمر او مودې پر مانا دى. په بله وينا، ((اجل مسمى))، طبيعي مرګ او ((اجل)) ژر راغلى مرګ دى. انسان ته د اجلونو مانا دا ده، که پايښت او ژوند ته يې ټول شرايط شته وي او خنډونه يې لرې شي؛ نو بدني جوړښت يې ايجابوي، چې ډېره موده (لکه اتيا کاله) ژوند وکړي؛ خو شونې ده، د يوې پېښې (لکه ټکر او ځان وژنې) له لامله په څلوېښت کلنۍ کې ومري؛ نو اتيا کلني يې((اجل مسمى)) او څلوېښت کلني يې اجل و. د اجلونو د ماناوو په پوهېدو، ډېرى مطلب روښانېږي، چې يو يې هم په رواياتو کې لولو، چې زړه سوى، عمر ډېروي يا سخت زړي يې لږ وي. په دې ځايونو کې له اجل او عمره مراد، غيرې حتمي اجل دى. په هر حال بايد پام مو وي، چې اجلونه د الله تعالی له لوري ټاکل کېږي. يو په مطلق ډول او بل په مشروط يا معلق ډول لکه دا څراغ بې له هېڅ قيد او شرطه تر شلو ساعتونو روسته مړ کېږي؛ خو که سيلۍ ولګي، تر دوو ساعتونو روسته مړ کېږي. د انسانانو يا ملتونو په باب هم الله تعالی اراده کړې که خنډونه رامخې ته نشي؛ نو تر ټاکلي مودې ژوند کوي؛ خو که رامخې ته شي (لکه ګناه، لټي، ناغېړي يا. . .) له هغې مودې مخکې له منځه ځي[550].

((وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلاً وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ =))

٩_ له خلکو سره د پېغمبر د همجنسوالي اړتيا: له آيته مطلب دا دى، چې پېغمبر ته د خلکو مشري ورترغاړې ده، د خلکو د روزنې ژمن او روستۍ بېلګه ده؛ نو لازمه ده، چې د خلکو له جنسه او په څېر يې وي او ټولې انساني غريزې او ځانګړنې ولري؛ ځکه پرښته پردې سربېره چې د بشر سترګې يې ليدلاى نشي، عملي بېلګه ورته کېداى نشي؛ ځکه نه يې له اړتياوو او دردونو خبره ده او نه يې د غرايز وو اوغوښتنو له چاپېرياله څه معلومات لري؛ نوځکه بشر ته د مشرۍ وړ نه ده. بايد پوه شو له ((لَجَعَلْنَاهُ رَجُلًا؛ هرو مرو مو په انساني بڼه کاوه)) مطلب دا نه دى، چې يوازې مو د انسان بڼه ورکوله؛ بلکې له ظاهري او باطني پلوه مو د انسان په بڼه کاوه. ورپسې پايله اخلي، چې په دې حال کې یې بيا هماغه مخکې نيوکه کوله، چې ولې يې يو انسان ته د مشرۍ دنده ورکړې او د حقيقت څيره یې رانه پټه کړې ده.[551]

((قُل لِّمَن مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قُل لِلّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ= ))

١٢_ معاد؛ يوه الهي لورنه ده: الله تعالی په دې جملې ((لورنه يې پر ځان لازم کړې ده)) معاد او تر مرګ روسته ژوند اوڅار – مطرح کړى دى. هو، الله تعالی پر ځان لورنه او ورکړه لازم کړې آيا اجازه ورکوي، چې په مرګ د انسانانو د ژوند لړۍ بيخي وشلېږي، بشپړتيا او ژند دوام ونه مومي، آيا دا يې له بې نهايت لورنې سره سازېږي؟ آيا شونې ده، د بندګانو په باب (چې مالک او مدبر يې دى) دغسې بې مينيتوب وکړي، چې تر څه مودې روسته پوپنا او پر هېڅ واوړي؟ بېشکه نه؛ بلکې پراخ رحمت يې ايجابوي، چې موجودات په تېره انسان د بشپړتيا په بهير کې وړاندې بوځي او لکه چې د خپل رحمت په رڼا کې، کوشنى او ناڅيزه تخم په دنګې او ميوه ناکې ونې اړوي، همدا رحمت ايجابوي انسان چې د پايښت او تلپاتې ژوند وړتيا لري، تر مرګ روسته د نوي ژوند په جامو کې پراخې نړۍ ته وردننه کړي او ددې ابدي تکامل په بهير کې تر شا يې د الله تعالی د رحمت لاس وي. دلته شونې ده وويل شي، چې تلپاتې ابدي ژوند يوازې مؤمنانو ته د رحمت مصداق دى؛ خو بې له دوى نورو ته کړاو او بدمرغي ده. په ځواب کې وايو بېشکه د الله تعالی چار د لورنو چمتو کول دي. انسان يې پيدا کړ، عقل يې ورکړ او هدايت او مشرۍ ته يې پېغمبران ورولېږل او ډول ډول نعمتونه يې ورپېرزو کړل او ټولو ته يې د تلپاتې ژوند لار پرانسته، چې بې استثنا دا ټول رحمت دى. اوس که پخپله انسان ددې رحمتونو د ثمر رسېدو په لار کې کږه لار خپله کړي او د رحمت ټولې وزلې ځان ته پر کړاوونو واړوي؛ نو دا موضوع يې پر رحمت والي داغ نه لګوي او ټوله ټپسوري هغه انسان ته ورمتوجه ده، چې د رحمت لارې چارې يې پر عذاب اړولي دي.[552]

١٢_ حقيقي زيانمن: په دې آيت کې يو هېښنده تعبير کارول شوى. کله انسان مال يا مقام يا خپله يوه بله پانګه له لاسه ورکوي، په دې ځاى کې که څه زيان يې کړى، داسې څيزونه يې له لاسه ورکړي، چې د وجود او تن برخه يې نه ده. خو ستر زيان چې حقيقي زيان يې نومولى شو، هله وي چې انسان خپله هستي له لاسه ورکړي او شتون يې وبايلي. د حق دښمنان او ځيلي وګړي، ددې پرځای، چې د خپل عمر پانګه د فکر عقل او فطرت پانګه او ټول روحي او معنوي نعمتونه د حق په بهير کې وکاروي او خپل وړ تکامل ته ورسي يو مخې له لاسه ورکوي. داسې چې نه څه پانګه پاتېږي او نه پانګوال. دا تعبير د قرآن حکیمکريم په ګڼ شمېر آيتونو کې راغلی او د هغو ټکان ورکوونکيو تعبيراتو ځنې دى، چې د حق د منکرانو او ګناهګارانو دردناکه پايله څرګندوي[553].

((قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى قُل لاَّ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ =))

١٩_ خورا لويه ګواهي: شهادت او ګواهي په دوو څيزونو پورې اړه لري: ١_ د سترګو ليدلى خبر ٢_ واضح او څرګند بيان. له دې مطلبه پوهېدل کېږي د وګړيو د شهادت ارزښت په دې ډېر توپير لري، چې پر خبر د پوهېدو لپاره يې درک څومره دى، د خبر په څرګندنه کې يې وس څومره دى او پخپله خبر څومره څرګند دى. د هېروونکي انسان شهادت د ښې حافظې تر انسانه ډېر توپير لري او هم د نېشه يي انسان شهادت تر هوښياره. نوځکه د هغه شهادت خورا ستر او مهم دى چې ټول موجودات يې پنځولي او له رازونو يې خبر دی او ټول مخلوقات يې تر واک او سلطې لاندې دي او په آسمانونو او ځمکه کې يو ذره او بڅري هومره ترې پټ نه دى او که څه له عقلي استدلاله جوتېږي، چې الله تعالی يو دى؛ خو داچې را ته سپينه او جوته ده چې قرآن حکیم د الله تعالی له لوري نازل شوى او الله تعالی په قرآن حکیم کې ګواهي ورکړې، چې الله تعالی يو دى، دا ګواهي منوو او لاسوند مو دى. امام باقر رحمة الله علیه ددې آيت په تفسير کې ويلي: ((مشرکانو د بعثت په لومړيو کې او هغه وخت، چې رسول الله په مکه کې وسېده، حضرت نبي (ص) ته وويل: محمده! آيا الله تعالی بې له تا، بل پېغمبر ونه موند، چې موږ ته يې رالېږلى واى؟ ګومان نه کوم څوک دې ويناوې ومني. موږ دې په اړه يهود او نصارى وپوښتل. هغوى هم ځانونه ناخبره وښوول، و یې ويل: له موږ سره په شته کتابونو کې ددې سړي څه ياد نشته؛ نوځکه بايد خپل رسالت ته ګواه او شاهد راولې. رسول الله وويل: الله تعالی زموږ او ستاسې ترمنځ ګواه دى[554])).

١٩_ د اسلام رسول الله(ص) نړيواله بلنه: د آيت دا برخه ((دا قرآن حکیم راباندې وحې شوى چې تاسې او هغوى ته چې دا (قرآن حکیم) وررسي پرې خبردار کړم)) ښيي چې د قيامت تر ورځې د نبي کريم رسالت غځېدلى؛ یعنې د رسول الله (ص) له زمانې روسته، ټول انسانان هغوى چې قرآن حکیم يې پخپله له رسول الله(ص) اورېدلى او هغوى چې اورېدلى نه دى، مؤظف دي چې د اسلام په رسول الله او قرآن حکیم پسې ولاړ شي، که څه ژبه يې د قرآن حکیم له ژبې سره توپير ولري؛ ځکه قرآن حکیم پردې سربېره چې ټولو عربي ژبو ته حجت دى، پر هغوى هم حجت دى چې له مانا او تفسير يې خبر شي که څه په عربي نه پوهېږي. په تاريخ کې راغلي رسول الله په ليکونو د حبشې، روم او ايران پاچايان او خلک عربان هم نه وو اسلام ته راوبلل. همدغسې د صدر اسلام ځینو مسلمانانو مورنۍ ژبه د قرآن حکیم له ژبې سره توپير درلود؛ لکه سلمان پارسي، بلال حبشي او صهيب رومي (رضى الله عنهم). ددې آيت په تفسير کې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: (((یعنې) په هره ژبه، چې وي[555]))

((الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ =))

٢٠_ کتابيانو حضرت محمد (ص) پېژانده: روايت شوى يوه ورځ دويم خليفه حضرت عمر بن خطاب (رض) عبدالله بن سلام (چې له مسلمانېدو وړاندې د يهودو له مشرانو او عالمانو ځنې و) ته وويل: آيا محمد (ص) مو په خپل کتاب (تورات) کې پېژانده؟ و یې ويل: هو، پر الله تعالی قسم، چې کله يې په تاسې کې وينوو؛ نو په هماغو ځانګړنو يې پېژنو؛ لکه چې یو مو په نورو کې خپل زوى پېژني او پر هغه الله تعالی چې عبدالله بن سلام پرې قسم خوري، قسم خورم، چې محمد (ص) تر خپله زويه ښه پېژنم[556].

((بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ مِن قَبْلُ وَلَوْ رُدُّواْ لَعَادُواْ لِمَا نُهُواْ عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ =))

٢٨_د حقايقو پټول؛ خيالي ارامۍ ته يو لار: د ((بَدَا لَهُمْ؛ وربرسېره شو)) له ظاهره ګټنه کېږي چې يو لړ حقايق يې نه يوازې له خلکو؛ بلکې له ځانه هم پټول چې د قيامت په ډګر کې به ورښکاره کېږي او د هېښتيا ځاى نه دى چې انسان ان له ځانه حقيقت پټوي او پر خپل وجدان او فطرت برغولى ږدي چې دروغجنه ارامي ومومي. د وجدان دوکه کول او له ځانه د حقايقو پټول، د کتنې وړ يوه مساله ده چې د وجدان په فعاليتونو پورې اړوند ويينو کې تر غور لاندې نيول شوې ده. د بېلګې په توګه، ډېر هوسي وګړي وينو چې د خپلو هوسي کړنو سخت زيان ته ورمتوجه شوي؛ خو داچې بې غمه خپلو کړو وړو ته دوام ورکړي، هڅه کوي چې په يوه ډول دا پوهه له ځانه پټه کړي.[557]

٢٨_ که دوزخيان دنيا ته راستانه شي، بيا هم د دوزخ لار خپلوي: مفسرانو د آيت ددې برخې ((او كه بيا (دنيا ته) وروګرځول شي (؛ نو) هرومرو هماغه څه به وکړي، چې ترې منع شوي ول)) په څرګندنه کې ويلي چې دا جمله د ناوړو او رذيلو خويونو اغېز راښيي چې په دنيا کې يې پکې جرړه ځغلولې ده. دنيا ته يې د ورستنېدا هيله چې د الله تعالی پر نښو ايمان راوړي او په مؤمنانو کې وشمېرل شي، په دې دليل ده هغه حق ښکاره شو، چې ورشا کړې یې وه او دا دى حق له ټولو تبعاتو سره يې، (يعنې د قيامت د ورځې عذاب) ښکاره شوى او دا د آخرت نړۍ له غوښتنو او مقتضياتو ده چې غيبي او معنوي حقايق پکې په ډاګه څرک وهي؛ خو که نړۍ ته ستانه شي؛ نو د دنيا قوانين پرې واکمنېږي؛ یعنې د غيبو پر نړۍ پرده غوړول کېږي او په اختيار د خپلو کړنو ازادۍ ته ورستنېږي او له دې اختيار او واک سره، ځاني غوښتنې، شيطاني وسوسې، د حيوانيت خوى، تکبر او سرغړاندي مل دي. بيا تېر شرک او له حق سره دښمني خپلوي. په رښتینه کې که بيا نړۍ ته ورستانه شي، هماغو عواملو چې په دنيا کې له حق سره مخالفت او د الله تعالی له نښو انکار ته اړ کړي وو، بيا يې سرغړاندۍ ته اړ باسي او د مخکېنۍ دنيا حکم به له راتلونکي فرضي دنيا سره، بيخي توپير ونلري.[558]

((وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَلَلدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ =))

٣٢_ دنيوي ژوند؛ لوبې او بوختياوې: د نيوي ژوند يې له دې پلوه له لوبو او بوختياوو سره ورته کړى چې معمولاً لوبې او بوختياوې تشې او بې بنسټه چارې دي چې له حقيقي ژوند سره اړخ نه لګوي. په لوبو کې بريالي يا مات شوي، د حقيقت له مخې بريالي يا مغلوب نه دي؛ ځکه تر لوبې روسته ټول څيزونه خپل ځاى ته ورستنېږي. ډېر ليدل شوي چې کوشنيان لوبې ته راټولېږي يو پاچا او بل وزير کوي؛ خو څه ساعت تير نه وي، چې نه پاچا وي او نه وزير. يا بوختيا ته چې کومه ننداره جوړېږي، د جګړې، عشق او دښمنۍ ډګرونه پکې انځوروي؛ خو څه ساعت روسته، يو يې هم نه وي، دنيا د هغې نندارې په څېر ده چې لوبغاړي يې خلک دي او کله دا لوبه ان عقلمن هم پر ځان بوختوي؛ خو ډېر ژر د نندارې او بوختيا پاى اعلانېږي. څرګنده ده له دې آيتونو موخه، د مادي نړۍ په مظاهرو پورې له زړه ورتړنې او د نهايي موخې يې له هيرولو سره مبارزه ده، که نه هغوى چې دنيا خپلې نيکمرغۍ ته وزله کړې، د آخرت لټوونکى دي نه د دنيا.[559]

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ =))

٣٨_ خځنده؛ شعوري موجودات دي: ((أُمَمٌ)) د امت جمع او امت د هغې ډلې او ټولنې پر مانا ده چې شريکه وجهه ولري؛ لکه دين، يوه ژبه، يو ډول ځانګړنې يا چارې. آيت وايي چې د حيواناتو او مارغانو هر ډول د انسانو په څېر ځانته يو امت دى؛ خو داچې دا ورته والى په کوم لوري کې دى، مفسرانو خبرې اترې پرې کړي. د قرآن حکیم له نورو آيتونو او د اهلبيتو له رواياتو ګټنه کېږي چې مطلب یې له انسانانو سره د درک، پوهې او شعور له اړخ ورته والى دى؛ يعنې خځنده په خپلې نړۍ کې پوهه، شعور او ادراک لري. الله تعالی پېژني او د خپلې وسې هومره يې ستاينه کوي او نمانځي یې، که څه پوهه يې د انسان تر فکر او پوهې ټيټه ده. د آيت روستۍ برخه هم دا نظر تاييدوي او وايي: ((بيا به (ټول) يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورټول کړاى شي)) يعنې څاروي هم قيامت لري. شک نشته چې د احسان او سزا لومړى شرط، عقل او شعور دى او ورپسې مکلفيت او مسووليت. ددې ګروهې پلويان وايي، داسې لاسوندونه شته چې ښيي، څاروي هم په خپله کچه درک او پوهه لري چې له دې د ډېرى څارويو ژوند، ښکلى او هېښنده نظام لري، چې د لوړې پوهې او شعور کچه يې څرګندوي. د مېږيانو، مچيو، مارغانو او نورو ډېرو څارويو پېچلى ژوند او هېښنده تمدن، دا مطلب تاييدوي. کومه مينه چې ډېری څاروي له خپل خاوند سره پيدا کوي او ورسره با وفا کېږي، پر دې موضوع يو بل شاهد دى. څرګنده ده چې دا ټولې چارې له غريزې راولاړې ګڼلاى نشو؛ ځکه معمولاً له غريزې يو ډول او پرلپسې چارې سرچينه اخلي؛ خو کو مې کړنې چې په ځانګړو شرايطو کې کېږي وار له مخکې يې وړاندوينه نه کېږي او معمولاً يو غبرګون دى چې غريزې پوهې او شعور ته ورته دى. پر دې ټولو سربېره، د قرآن حکیم په ګڼ شمېر آيتونو کې، داسې مطلب ليدل کېږي چې د ځينو څارويو پوهې او شعور ته يو مزبوت دليل شمېرل کېږي. ددې مدعا شاهدۍ ته د سليمان علیه السلام له لښکره د مېږيانو تېښته او د ((سبا او يمن)) سيمې ته د ملا چرګک (هدهد) تلل او سليمان علیه السلام ته يې خبرونه راوړل دي. په اسلامي رواياتو کې هم د څارويو د قيامت په هکله ګڼ شمېر احاديث ليدل کېږي. له ابوذر غفاري (رض) روايت شوى چې وايي: له رسول الله (ص) سره وو چې په مخ کې مو دوه وزې ښکر په ښکر شوې. رسول الله وويل: ((پوهېږئ، چې ولې يې ښکرونه اړم کړل؟)) ناستو وويل: نه. رسول الله وويل: ((خو الله تعالی پوهېږي چې ولې او ژر به يې ترمنځ ورمندون یا قضاوت وکړي)) دلته مهمه پوښتنه داده، چې آيا څاروي د انسانانو په څېر مکلفيت لري، سره له دې، چې د مکلفيت له شرايطو ځنې يو هم، عقل دى؛ نوځکه کوشنى يا لېونى د مکلفيت له کړۍ وتلى دى؟ ددې پوښتنې په ځواب کې وايو چې مکلفيت پړاوونه لري او هر پړاو، ځان ته ادراک او عقل غواړي. په اسلام کې چې يو انسان ته پرېمانه مکلفيتونه شته؛ نو هومره دي چې بې د عقل او درک د لوړې کچې له درلودو يې ترسره کول ناشوني دي؛ خو څارويو ته دغسې مکلفيتو نه منلاى نشو؛ ځکه شرايط يې پکې نشته؛ خو له مکلفيته يوه ساده او خورا ټيټ پړاو هم انګېرل کېږي چې لنډ شانته پوهه او شعور ورته بسيا دى او د څارويو په باب له دغسې پوهې او شعوره او له دغسې مکلفيته يو مخې نټه کړاى نشو. لکه چې له کوشنيانو او ليونيو هم په خپل بريد کې لومړني او سرسري انتظارات کېږي او که سرغړونه ترې وکړي، سزا ورکول کېږي.[560]

((فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ وَالْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ =))

٤٥_ د ظالم او ظالمانو د جرړې غوڅولو اهميت: ددې آيت په پاى کې الله تعالی ((وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) وايي او دا راښيي چې د ظلم او فساد جرړې پرې کول او د ظالمانو د ځوځات ورکول دومره اهميت لري چې د الله تعالی د شکر ځاى دى. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې لولو: ((د چاچې د ظالمانو پايښت ښه ايسي؛ نو په واقع کې ښه يې راځي چې د الله تعالی سرغړونه وشي. الله تعالی تبارک و تعالى د ظالمانو د ورکولو په مقابل کې، ځان ستايلى او ويلي يې دي: [ د ظالمانو جرړه پرې شوه او ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده[561]])) په اوسنۍ نړۍ کې ددې آيت يو مصداق د اهلبيتو د دښمنانو د ځوځات د شتون څه خبره نشته؛ خو د اهلبيتو ځوځات (له ټول مظلوميت سره سره يې) په ګردو اسلامي هېوادونو کې شته او ورځ پر ورځ زياتېږي[562].

((قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُونَ =))

٥٠_ د غيبو علم: مفسرانو د آيت تردې برخې ((او له غيبو خبر نه يم)) لاندې ويلي، د آيت مانا دا ده چې رسول الله له ځانه او په خپلواک ډول د غيبو علم نه لري؛ یعنې داسې نه ده چې هغه په ذاتي توګه په داسې ځواک سمبال وي چې پر هغو مطالبو پوه شي چې معمولاً تر نورو پټ دي؛ خو همدا آيت وايي چې پر رسول الله وحې کېده او څرګنده ده چې په وحې له غيبو خبرېده. لکه چې د جن سورت په ٢٦ او ٢٧ آيتونو کې وايي: ((پر پټو [خوالو] پوه پالونکی، هېڅوك پر خپلو خوالو نه خبروي؛ خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي)) نو هېڅ مخلوق او له دې ځنې رسول الله هم له ځانه د غيبو علم نه لري؛ خو چې الله تعالی وغواړي په وحې يا نورو لارو یې د غيبو له يوې برخې خبر کړي.[563]

((وَلاَ تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ =))

٥٢_ له پوړيز اند سره د اسلام اړپیچ – اختلاف: ددې آيت او ترې مخکې او روسته آيتونو په هکله ګڼ شمېر شأن نزولونه روايت شوي چې يو له بل سره ورته والى لري چې له دې ځنې يو شمير قريش د رسول الله د غونډې ترڅنګ تېرېدل چې صهيب، خباب، بلال، عمار (رضى الله عنهم) او په څېر يې بيوزلي مسلمانان ورسره ناست وو. قريش د غونډې په کتو هک اریان شوو او و یې ويل: محمده! همدا خلک دې خوښ شوي؟ الله تعالی له موږه همدا غوره کړي؟! موږ د همدوى لارويان وسوو؟ ډېر ژر يې له ځانه وشړه، ښايې درنژدې او درپسې درشوو. دا آيت نازل شو او دا وړانديز يې رد کړ. د اسلام، قرآن حکیم او د پېغمبرانو د ښوونځي يو عظمت دا دى چې ددې ډول وړانديزونو پروړاندې يې سرسخت مخالفت کړی او په هغو ټولنو کې چې پوړيز اړپېچ يوه همېشنۍ مساله ګڼل کېده دا موهومي امتياز يې ځپلی چې څرګند شي پاک زړي مؤمن او هوښياران وګړي (لکه سلمان، ابوذر، صهيب، خباب، بلال او. . . رضى الله عنهم) د شتمنۍ د نه درلودو له لامله ډېره لږه نيمګړنه هم نلري او بې عقله، پر زړه ړانده، ځانمني او متکبر شتمن د خپلې شتمنۍ له لامله له ټولنيزې او مانيزې ځانګړنې برخمنېداى نشي[564].

((وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

٥٤_ د توبې حقيقت: له دې آيته څرګندېږي چې که مؤمن انسان يوه ګناه وکړه؛ نو د ناپوهۍ له مخې يې کړې چې شهوت يا عفلت ښکېل کړى، که نه ايمانوال له خدايه د سرغړونې او تکبر له مخې ګناه نه کوي. دويم داچې الله تعالی ويلي: ((بيا توبه وباسي او ځان سم کړي)) ښيي چې د توبې حقيقت، سمونه او د تېرو جبران دى؛ ځکه که څوک په رښتيا الله تعالی ته ورستون شوى او پنا يې وروړې وي؛ نو بيا په هغه ګناه ځان نه ککړوي چې ځان يې ترې پاک کړى او توبه يې کاږلې ده. دا د توبې مانا ده، نه داچې يوازې په خوله ووايي ((اتوب الى الله)) او په زړه کې د سمونې او جبران په فکر کې نه وي؛ ځکه الله تعالی د توبې سورت په ٢٨ آيت کې ويلي: ((چې څه په زړونو کې لرئ که يې ښکاره يا پټ کړئ (؛ نو) الله تعالی له همدې مخې درنه حساب اخلي)) له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((الله تعالی دې پر هغه بنده ولورېږي، چې تر مرګ وړاندې يې توبه وکاږله او الله تعالی ته ورستون شو؛ ځکه توبه انسان له ګناهونو پاکوي او د هلاکت له بدمرغۍ يې ژغوري. الله تعالی د همدې توبې له لامله، خپلو وړو بندګانو ته پر ځان حق فرض کړى او ويلي يې دي: [ستاسې پالونكي رحمت پرځان فرض كړى داسې چې كه له تاسې څوك په ناپوهۍ كې یو بد كار وكړي، روسته توبه ترې وباسي او ځان سم كړي (نو الله پرې لورېږي؛ ځكه) هغه لورین بښونكى دى] او همدغسې وايي: [او څوك چې بد (كار) يا پر خپل ځان تېرى وكړي او بيا له الله بښنه وغواړي؛ نو الله به لورین بښونكى ومومي. ][565] ددې آيت له مخې، د هغو کړنو توبه منل کېږي چې د ناپوهۍ له مخې شوي وي. جهل د ناپوهۍ پر مانا کله د علم او اګاهۍ په مقابل کې وي؛ خو غالباً په هغو ځايونو کې کارېږي، چې انسان پوه او خبر وي؛ خو د چار له بدرنګوالي او ناوړتيا يې خبرتيا، څه اغېز پرې نلري؛ بلکې لکه ناخبره، بدې چارې داسې کوي چې ته وا له بيخه د خپل کردار له ناوړتيا او بدرنګوالي ناخبره دى او يو ښکلى او غوره چار يې بولي. په بله وينا دننني لېوالتياوو يې له بدۍ درک او پوهه راګېره کړې او سرغړاندو غرايزو رانغاړلې او شهوت، عفت او ځاني غوښتنې يې د ژوند يکتاز شوي دي. په قرآن حکیم او د خلکو په خبرو اترو کې دغسې خلکو ته (که څه عقل او پوهه هم ولري) جاهل او ناپوهه وايي او عمل يې، چې په يو ډول ناپوهۍ کې کړى، په جاهلانه عمل يادېږي. هغه ځوان ته هم جاهل او ناپوه ويل کېږي، چې غرايزو راګير او عقل يې څوبتیاوو مغلوب کړى وي، که څه له خپل کاره خبر وي او پر ناوړتيا يې پوه وي. له دې وينا څرګندېږي، ګناهګار چې ناوړې کړنې کوي، پر دوه ډوله دي: ١_ هغه ناوړه کړنه چې د هوا او هوس او د حيواني غريزو له مخې يې کوي. دا عمل، جاهلانه و او د عناد او سرغړاندى له مخې يې کړى نه دى؛ نوځکه غريزه يې چې مړه شي او د شهوت اور يې چې کيني او د ناپوهۍ پرده يې يوې خوا ته شي؛ نو سملاسي پښېمانېږي. بې شکه ددغسې وګړيو توبه منل کېږي او د حق په لورنه کې رانغاړلېږي. ٢_ هغه انسان چې د عناد له مخې ناوړې چارې کوي او نه د غرايزو د سرغړونې او د هوا او هوس د زياتوالي له مخې؛ بلکې دننني خباثت او ځاني عناد او استکبار ناروا چار ته اړ کړى وي او دغسې حال يې غالباً د ژوند تر پايه پاتېږي او د غرايزو او د ځوانۍ د وخت د هوسونو په مړولو نه سړېږي. بيشکه دغسې عمل د توبې په کړۍ کې نه دى او په الهي بې پايه لورنې کې نه رانغاړلېږي.[566]

((وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً حَتَّىَ إِذَا جَاء أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لاَ يُفَرِّطُونَ ))

٦١_ د انسان پاسوالان: د آيت ددې برخې ((او څارونکي درباندې ګوماري)) په تفسير کې يې ويلي چې مطلب هغه پرښتې دي چې پر انسانانو ګومارل شوي او انسانان له کړاوونو، بلاګانو، خطرونو او آفتونو ژغوري. موږ د احتمالي خطرونو او کړاوونو په ډکه نړۍ کې وسو؛ ځکه د هستۍ ټولې اجزاوې په هڅه کې دي چې خورا کمال ته ورسي او له هستۍ ډېر څه ترلاسه کړي. له همدې لامله ټول موجودات پر يو بل د بريا او مبارزې په حال کې دي. په دې ترڅ کې انسان (تر هغه چې پوهېږو) خورا ظريف او کمزورى موجود دى؛ نوځکه الله تعالی په پېښو، کړاوونو او مصيبتونو کې.، ژغورنې ته يې پرښتې ورلېږي او د اجل د رارسيدو تر وخته يې ساتي؛ خو چې اجل يې راورسي کړاوونو ته يې يوازې پرېږدي او کړاوونه يې هلاکوي. دا مطلب په ځينو رواياتو کې راغلى دى.[567]

((قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ =))

٦٥_ ډول ډول عذابونه: په دې آيت کې رسول الله(ص) ته امر شوى چې مجرمان په درېيو ډولو سزاګانو وګواښي: له پاسه عذابونه، له ښکته عذابونه او په ډلو ډلو وېشل او د جګړې خوند څکل. داچې له پاسني او کوزني عذابونو مطلب څه دى، مفسرانو خبرې اترې پرې کړي؛ خو په ظاهره دا کلمې پراخه مانا لري، چې هم حسي پاس او کوزه خوا رانغاړي – يعنې له پاسه، تندر، خطرناکه ږلۍ او توپانونه او له ښکته زلزلې، د ځمکې چاودنې د سمندرونو او سيندونو څپانده کېدل – او هم د ټولنې د پورته قشرونو لخوا چې پر ځينو ملتونو او ولسونو کوم دردناک عذابونه راکوزېږي او د ځينو چارواکيو د اداري فساد له لامله چې ولس د خپګان په جال کې نښتى وي، چې کله دا ډول عذابونه تر ړومبي عذابونو څه کم نه دي همداراز شونې ده چې د آيت پراخ مفهوم هم دا رانغاړي، چې د اوسنۍ زمانې د خطرناکو وسلو په هوايي بمبارۍ، توپونو، توغنديو، مين ايښوولو او سمندري اوبتلونو په ډېره لږه موده کې آباده ځمکه پر ايرو اړولاى شي[568]. په ډېرو رواياتو کې روايت شوى چې له پاسه د عذاب مطلب، آسماني کړيکه ده او تر پښو لاندې عذابه منظور، په ځمکه کې ډوبېدل دي. د رواياتو له مخې، دا دوه عذابونه به په ګانده یا راتلونکې کې په همدې امت کې د حضرت مهدي د راښکاره کېدو په درشل کې پېښېږي. درز او اختلاف هغه څيز دى چې اسلامي امت د رسول الله تر وفات روسته پرې اخته شوى او په يقين ويلاى شو دا مساله د مسلمانانو د بېشمېره ستونزو يو خورا مهم علت ګڼلاى شو.[569]

((وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= ))

٦٨_ په هغو غونډو کې مه کېنئ، چې پکې پر الهي آيتونو ملنډې وهل کېږي: دا آيت يو ټوليز حکم اعلانوي چې په هغو غونډو کې به نه کينئ چې پکې د الله تعالی پر نښو او آيتونو ملنډې وهل کېږي. د اهلبيتو په رواياتو کې ددې غونډو، ځانګړي مصداقونه ښوول شوي دي. د رسول الله (ص) په يوه روايت کې راغلي: ((چې څوک پر الله تعالی او آخرت ايمان لري، نه ښايي په هغه غونډه کې کېني چې پکې کوم امام کنځل کېږي يا پکې د کوم مسلمان غيبت کېږي؛ ځکه الله تعالی په خپل کتاب کې ويلي: چې کله مو داسې کسان وليدل، چې زموږ پر آيتونو ملنډې وهي؛ نو مخ ترې واړوئ چې په بل خبره لګيا شي[570]))

((وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَلَـكِن ذِكْرَى لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ =))

٦٩ – د ٦٨ آيت د نهې استثنا: له امام باقر رحمة الله علیه روايت شوى چې دا مخکې آيت نازل شو او مسلمانان له کفارو او ملنډو وهوونکيو سره له ناستې پاتې منع شوو؛ نو يو شمېر مسلمانانو وويل: که په هر ځاى کې دا حکم عملي کړو نو نه ښايي چې نور مسجد الحرام ته ولاړ شوو او د الله تعالی د کور طواف وکړو؛ ځکه کافران د جومات په څنډو کې ناست دي او د الهي آيتونو په هکله باطلې خبرې کوي او د مسجد الحرام په هر کونج کې چې لږ شانته تم شوو؛ نو شونې ده خبرې يې واورو. په دې موقع کې دا آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې حکم وکړ چې په دې مواقعو کې، نصيحت ورته وکړئ او تر خپلې وسې پر ارشاد او لارښوونې يې لګيا شئ. ددې آيت شأن نزول له ټول سورت سره يوځاى له نازلېدو سره – لکه چې په رواياتو کې راغلي – په ټکر کې نه دی؛ ځکه شونې ده د مسلمانانو په ژوند کې ګڼ شمېر پېښې رامخې ته شي، بيا ټول سورت يو ځاى رانازل شي او ځينې آيتونه يې د هغو پېښو پر يوې برخې څارنې وي. همدغسې بايد پام مو وي، چې يوازې هغوى ددې آيت له استثنا ګټنه کړاى شي او په هغو ناستو کې کېناستاى نشي، چې پکې پر الهي آيتونو ملنډې وهل کېږي، چې د آيت په تعبیر متقي او پرهېزګاران وي او نه يوازې تر اغېز لاندې يې رانشي؛ بلکې په نصيحت او ارشاد د غونډې پر برخوالو اغېز وکړي[571].

((وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَذَكِّرْ بِهِ أَن تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللّهِ وَلِيٌّ وَلاَ شَفِيعٌ وَإِن تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لاَّ يُؤْخَذْ مِنْهَا أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُواْ بِمَا كَسَبُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ =))

٧٠_ دنيا پالنه له الهي فطري دين سره په ټکر کې ده: دې آيت، خپلو ځاني غوښتنو ته د دنيا پالو انسانانو ورماتېدل، له خپل حق دین سره لوبه، بوختيا او ملنډې ګڼلې دي. له دې آيته پوهېدل کېږي، چې هوس پالي انسانان هم حق دين لري؛ هماغه دين چې الهي فطرت يې د روح له تله د الله تعالی لوري ته وربلي. نو لازم دي دوى فطري دين ته ټينګ پام وکړي او له اړونې او خرافاتو سره يې له ورګډولو مخه ونيسي؛ خو دوى يې په لوبه او بوختيا نيسي او چې هر ډول يې وغواړي، له يوه حالت يې بل حالت ته چورلوي او د خپلو ځاني غوښتنو له مخې يې اړوي را اړوي. نوځکه الله تعالی ددې مطلب تر يادولو روسته وايي: ((او دنيوي ژوند مغرور کړي دي))؛ ځکه د مادي ژوند په خوندونو کې له زيادښت او افراطه کار اخستل له حق دينه د مخ ګرځونې لامل او په لوبه او ملنډو یې نيول دي[572].

٧٠_ ناشونې ده انسان له خپلې کړنې جلا شي: په دې آيت بايددې ټکي ته پام وشي چې د ((أُولَئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُوا بِمَا كَسَبُوا؛ دوى په خپلو کړنو کې راګېر دي)) جمله؛ ځکه ورته ويل شوې چې غرامت يې قبول شوى نه دى او مرستندوى او سپارښتګر يې نشته؛ یعنې سزا يې د بهرني لامل په پار نه ده چې په يو ډول يې دفع کړو؛ بلکې له دننني خويونو او کړنو يې راولاړېږي، د خپلو ناوړو کړنو په جال کې راښکېل دي؛ نوځکه د خوشې کېدو شونتيا يې نه مومي؛ ځکه له کړنو او د کړنو له اغېزو يې بېلتون لکه له ځانه بېلتون دى.[573]

((قُلْ أَنَدْعُو مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُنَا وَلاَ يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَى أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَىَ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ =))

٧١_ راپرځېدل او ژغورنه: دا آيت، هېښنده انسان ته یوه بېلګه ويل شوې، چې په خپل چار کې بصيرت او ليدانه نه لري او د خپلې نېمکمرغۍ په اړه ټينګ هوډ نه نيسي او موخې ته د وررسيدو لپاره يې ډېره ښه او مزبوته لار خوشې کړې. هغه لار چې تردې له مخه هدايت شويو وهلې ده. د شياطينو او بې لارې کوونکیو ترمنځ سرګردان پاتې دى، هلاکت او نابودۍ ته يې رابولي. تردې وړاندې هدايت شوي، خپلې موخې ته رسېدلي يا نژدې دي چې ورورسي او نوموړى بلي چې ورشي. خو نه پوهېږي څه وکړي حال دا د راپرځېدو او ژغورنې ترمنځ پاتې دى. [574]

((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ =))

٧٤_ د ابراهيم علیه السلام پلار: د قرآن حکیم د آيتونو څېړنه دا مطلب څرګندوي چې ((ازر)) د حضرت ابراهيم عليه السلام حقيقي پلار نه؛ بلکې تړاو يې په داسې شرايطو کې ورته و، چې حضرت ابراهيم پلار ورته وايه. د ((اَب)) (پلار) کلمه تر حقيقي پلار روسته، نيکه، تره، پلندر او هغه ته ويل کېږي چې د يو چا چارې ورترغاړې وي يا د هر مشر چې لاروي يې کېږي. البته قرآن حکیم په ګوته کړې نه ده چې ازر د حضرت ابراهيم څه و؛ خو د ځينو رواياتو له مخې، د ابراهيم علیه السلام تره و. د ډېرو رواياتو له مخې، د حضرت ابراهيم علیه السلام حقيقي پلار ((تارخ)) و چې په تورات کې يې هم د پلار نامه همدا ده.[575]

((وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ =))

٧٥_ حضرت ابراهيم علیه السلام ته د آسمانونو او ځمکې د ملکوت ورښوول: د قرآن حکیم په آيتونو کې له تدبره پوهېدل کېږي چې حضرت ابراهيم ته د آسمانونو او ځمکې د ملکوت له ورښوولو مطلب دا دى چې الله تعالی ابراهيم علیه السلام ته ځان وروښود چې ټول څيزونه ورپورې تړاو لري او داسې څيز به نه وي چې په الله تعالی پورې تړاو ونه لري. داچې پوه شو ټول څيزونه په الله تعالی پورې تړلي دي او د الله تعالی په ربوبيت او تدبير کې کوم څيز او څوک ګډون نلري او په عالم کې چې هر موجود ته وليدل شي، بې درنګه حکم کېږي چې يو موجود هم د نورو مربي او مدبر نه دى. نو بشر توږلي بوتان د بشر مربيان کېداى نشي او ستوري، سپوږمۍ او لمر چې پخپله اوړي را اوړي، ختل او راپرېوتل لري د عالم مربيان کېداى نشي. نوځکه ابراهيم علیه السلام چې په الله تعالی پورې د ګردو څيزونو ذاتي تړاو ليدلى و؛ نو له بوتپالۍ، ستورنمانځنې، سپوږمۍ او لمر نمانځنې او هر ډول شرک سره مبارزې ته راپاڅېد[576]. هو ډېرى وګړي، ځمکې، آسمان او اجرامو ته ګوري او ان د ستوريو، لمر، سپوږمۍ رصد او د دوى راختل او لوېدل يې يو کارپوهيز چار دى؛ خو د عالم د ملکوت له ليدو بې برخې دي؛ ځکه په ليدو يې د هغوى خالق او مدبر ته نه پام کېږي[577]. الله تعالی تعالى مسلمانانو ته چې د حضرت ابراهيم علیه السلام مانيز او لاد دی؛ یعنې امر کوي چې د کايناتو باطن ته ووينئ او د کایناتو د باطن د مشاهدې خورا مهمه لار د فطري توحيد پیاوړتوب؛ يعنې د زړه لار، هغه لار چې انسان، خپل محبوب په خپل زړه کې ومومي[578].

((فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَـذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لا أُحِبُّ الآفِلِينَ= ))

٧٦_ د توحيد کلمې لوړاوۍ ته د سپوږمۍ او. . . د ظاهري ربوبيت منل: د امام رضا رحمة الله علیه په يوه روايت کې لولو: د ابراهيم علیه السلام قوم درې ډلې وې: يوې ډلې د زهرې ستوری نمانځنه، بلې سپوږمۍ او بلې ډلې لمر. ابراهيم علیه السلام ، چې پکې له پټ شوي غاره راووت (او دا مشرکې ډلې يې وليدې)، شپه مهال يې چې د زهرې ستوری وليد، و یې ويل: دا مې الله تعالی دى؛ خو په زړه کې ترې منکر و او پر حقيقت پوهېده چې د زهرې ستوری پرېووت، و یې ويل: پرېوتوونکي مې نه خوښېږي؛ ځکه پرېوتل د راپنځېدوني څيز ځانګړنه ده، نه د يو همېشني څيز. بيا يې چې ځلانده سپوږمۍ وليده، و یې ويل: دا مې الله تعالی دى؛ خو ترې منکر و او پر حقيقت پوهېده چې سپوږمۍ ډوبه شوه. و یې ويل: که پالونکى مې لار راونه ښيي؛ نو په رښتيا له بېلاريو ځنې به يم چې ګهيځ يې څرګند لمر وليد، و یې ويل: دا مې الله تعالی دى دا تر زهرې او سپوږمۍ خورا ستر دى؛ خو په زړه کې ترې منکر و او پر حقيقت پوهېده. د ابراهيم علیه السلام دا خبرې نورو ته د خبرتيا او د شرک ککړې ګروهې د اقرار لپاره نه وې، چې لمر پرېووت، درې واڼو ډلو ته يې وويل: زما قومه! زه له هغو سيالانو کرکجن يم چې له الله تعالی سره یې انګېرئ. ما خپل مخ هغه ته وراړولى چې آسمانونه او ځمکې يې پيدا کړي، زه په خپل ايمان کې سوچه او نږه يم او له مشرکانو ځنې نه يم. ابراهيم علیه السلام دا خبرې يوازې ددې لپاره وکړې چې دين يې ورباطل او ورته جوته کړي چې د زهرې، سپوږمۍ او لمر په څېر څيزونه نمانځوړ نه دي او د دوى خالق، او د آسمانونو او ځمکې پنځوونکى نمانځوړ دى. . .[579]))

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ =))

٨٢_ امنيت؛ د هغه ايمان پايله چې په ظلم ککړ نشي: په مخکې آيت کې، ابراهيم علیه السلام له خپل بوتپال قومه پوښتي، چې له موږه کومه يوه ډله، توحيد پالي يا بوتپالي امنيت درلودو ته وړ يو. په دې آيت کې پخپله حضرت دا پوښتنه ځوابوي. ددې آيت له مخې، امنيت او هدايت، د ايمانوالو ځانګړنه ده، په دې شرط چې خپل ايمان په هېڅ ډول ظلم ککړ نه کړي. البته د انسان د پوهې او معرفت په اندازه، د ايمان مرتبه يې توپير لري او د ايمان د مرتبې له مخې يې، پر ايمان د ظلم مرتبه هم توپير لري. څوک چې پوهېږي نړۍ جوړوونکى او پنځوونکى لري او هغه د نړۍ پالوونکى او مدبر دى او ټول موجودات يې په تدبير چلېږي بايد د نړۍ په تدبير کې يې پر ربوبيت او وحدانيت ايمان راوړي او مخلوقات يې ورسره ورګډ نکړي. د دغسې يو انسان ظلم، له الله تعالی سره سيال ګڼل دي. په لوړ پړاو کې، د هغه چا مقام دى چې پر مخکېنۍ مرتبې سربېره له سترو ګناهونو (لکه د مورو پلار ناشکري، د پلار مړي د مال خوړل، انسان وژنه، زنا، شراب خښل او. . .) ډډه وکړئ. په دې پړاو کې يې د ايمان اغېزمني، په دې شرط ده چې ځان له دې ګناهونه بچ کړي. الله تعالی په دې پړاو کې ژمنه ورکړې، چې واړه ګناهونه يې وبښي. لکه چې د نساء سورت په ٣١ آيت کې وايي: ((كه له هغو سترو ګناهونو ډډه وکړئ، چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو او د عزت ځاى ته به مو ورننباسو)) که څوک د پوهې او معرفت په دې بريد کې وي او په سترو ګناهونو اخته شي؛ نو ددې پړاو امنيت ترې اخستل کېږي او د دوزخ اور به يې وسوځوي، که څه، تل پکې نه پاتېږيي او په شفاعت يا د عذاب د مودې په پوره کېدو، ترې ووځي. تردې پړاو لوړ ظلم، د مستحباتو پرېښوول، د مکروهاتو کول او پر مباحاتو بوختيا ده. او تردې اوچت، له ښو خويونو او رباني ملکاتو او روحياتو سرغړونه ده او تردې پړاو ورله پاسه ظلم، هرڅه دي، چې د الله تعالی د مينې د لارې خنډ شي؛ نو په دې هر پړاو کې ايمان، مؤمن ته ددې پړاو ځانګړې خونديينه ورکوي او هغه شقاوت او بد مرغي لرې کوي، چې له هغه پړاو سره د مناسب ظلم له لامله راپيدا کېږي. تردې آيت لاندې چې کوم روايات راغلي، دا مطلب تاييدوي. په ځينو کې ظلم په شرک او په ځينو کې په شک تفسير شوى دى. په ځينو رواياتو کې د ظلم مصداق د اهلبيتو له دښمنانو سره دوستي ښوول شوې. نو پوهېدل کېږي چې په دې آيت کې له ظلم منظور ګرسره ظلمونه دي چې البته د وګړيو د ايمان او پوهې د درجې له مخې، توپير لري[580].

((أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَـؤُلاء فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُواْ بِهَا بِكَافِرِينَ= ))

٨٩_ د الهي دين پاسوالان: په مخکې آيتونو کې مو ولوستل چې ابراهيم علیه السلام مشرکان په غير مستقيم ډول متقاعد کړل چې توحيد د انسان د طبيعت او فطرت له مخې دى او هغوى د خپل طبيعت پرخلاف خوځي. بيا الله تعالی څرګنده کړه چې پېغمبران يې په نږه توحيد عزتمن او په سمه رښتوني لار يې (چې کوږوالى پکې نشته) هدايت کړل او کتاب، حکمت او نبوت يې ورډالۍ کړ. په دې آيت کې، الله تعالی، رسول الله (ص) ته د زړه ډاډ ورکوي چې د مخالفانو له کفر، شرک او ځېله خپه کېږه مه؛ ځکه که هغوى پر الهي ښيون او د رسول الله پر نبوت کافر شي، الله تعالی تعالى د توحيد او ايمان يو پاسواله ډله ګومارلې ده، چې بيخي ترې نټه نه کوي او ساتي يې. هغوى هغه کسان دي چې په زړونو کې يې بڅري هومره شرک او کفر سوړه کړاى نشي؛ ځکه الله تعالی د خپل دين پاسوالان کړي او ډاډ يې پرې کړى دى. هو، الله تعالی په هر زمانه کې، بنده يا بندګان لري چې دين يې ساتي او له ځوړتيا يې مخه نيسي. هغوى يوازې د الله تعالی معصوم بندګان يعنې پېغمبران او پر حق ځايناستي يې دي. لکه چې په رواياتو کې هم معصوم امامان يې د آيت خورا څرګند مصداق ښوول شوي دي[581].

((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاء بِهِ مُوسَى نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُواْ أَنتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ قُلِ اللّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ =))

٩١_ يهود او د الهي وحې پټول: شونې ده وپوښتل شي ولې دې آيت يهوديان غندلي، چې آسماني وحې يې پر کاغذ يا په څير يې کښلې وه چې ددې خو د غندنې څه ځاى نه دى. په ځواب کې وايو: غندنه له دې کبله ده، چې تورات يې په خپرو ورو کاغذونو يا په څير يې کښلى و چې څه يې پر ګټه و خلکو ته يې ورښوول او چې څه يې پر زيان وو، پټول يې[582]. له امام صادق رحمة الله علیه څخه تردې آيت لاندې روايت شوى: ((الهي وحې يې پر کاغذونو کښله، چې څه يې غوښتل ښکاره کوله يې او چې څه يې غوښتل پټوله يې[583]))

((وَهَـذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ =))

٩٢_ د رسول الله (ص) پراخ بلنه: د قرآن حکیم ګڼ شمېر آيتونه څرګنده ګواهي ورکوي چې اسلام يو نړيوال دين دى؛ خو دې آيت ته په پامنيوي، دا پوښتنه رامخې ته کېږي، چې څنګه د رسول الله د رالېږلو او بعثت موخه مکه او د مکې د چاپېريال د خلکو اندازه او ښيون ښوول شوى دى. آيا دا مطلب د اسلام له نړيوالېدو سره ټکر نه لري؟ په ځواب کې بايد ووايو ((قرية)) د قرآن حکیم په ژبه کې، د هر ډول ابادۍ او ميشت ځاى پر مانا ده، که ستر ښار وي يا کوشنى کلى. لکه د يوسف سورت په ٨٢ آيت کې چې د يوسف روڼه خپل پلار ته وايي: ((له هغه مېشت ځايه وپوښته چې پکې وو)) او پوهېږو دا خبره يې د مصر له پلازمېنې تر راستنېدا او د مصر د عزيز د نظام له لوري يې د رور ((بنيامين)) د تمولو تر پېښې روسته وکړه. ښکاره ده، دلته له ((القري)) مطلب کلي نه؛ بلکې د نړۍ ټول مېشت ځايونه رانغاړي. بلخوا په ګڼو رواياتو کې لولو د ځمکې وچې د کعبې تر خونې لاندې پراخې او غځېدلې چې ((د حوا لارض؛ د ځمکې پراختيا)) نومول شوې، په دې مانا، مکه په ځمکه کې ړومبى ځاى و چې له اوبو وتلى و؛ نوځکه مکې ته ((ام القرى)) وايي؛ ځکه ((ام)) د هر څيز آر، بنسټ او پيل ته وايي؛ نوځکه ((من حولها؛ چاپېريال يې)) د ځمکې ټول خلک رانغاړي[584].

((وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوْحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنَزلَ اللّهُ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ =))

٩٣_ قرآن حکیم هډو ساری نه لري: ددې آيت په شأن نزول کې له امام صادق رحمة الله علیه څخه روايت شوى دى: ((عبدالله بن سعد بن ابي سرح مدينې ته راغى او مسلمان شو. ښه ليک يې درلود. چې کله به پر رسول الله وحی نازله شوه، ورته يې ويل چې راشي او و یې ليکي، چې رسول الله به ورته ويل ((للَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ))، هغه به ((سميع عليم)) کښه، چې ((وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ)) به یې ورته ويل؛ نو ((بصير)) به يې ليکه. عاقبت له اسلامه واوړېد، کافر او مکې ته ورستون شو او قريشو ته يې وويل: پر الله تعالی، محمد نه پوهېږئ چې څه وايي، زه يې هم پر څېر خبر کړاى شم او د الله تعالی د نازل شوي په څېر نازل کړم؛ نو الله تعالی يې په اړه دا آيت نازل کړ. دا حال تېر شو او چې رسول الله مکه سوبه کړه او امر يې وکړ چې و یې وژنئ. حضرت عثمان (رضی الله عنه چې رضاعي رور يې و) له لاس ونيو او پېغمبر ته يې وربوت، رسول الله په جومات کې و، حضرت عثمان (رض) وويل: رسول الله! و یې بښه. رسول الله چوپ شو. حضرت عثمان (رض) بيا خپله غوښتنه وويله رسول الله وويل: هغه تا ته، چې نوموړى له حضرت عثمان سره ستنېده؛ نو رسول الله خپلو اصحابو ته وويل: آيا تاسې ته مې ويلي نه و چې هرڅوک يې ووينئ؛ نو و یې وژنئ يو تن وويل: اې رسول الله! تاته مې سترګې نيولې وې چې اشاره راته وکړې و یې وژنم. حضرت (ص) وويل: پېغمبران، څوک په اشاره نه وژني. په پايله کې، عبدالله بن ابى سرح د رسول الله په ازاد کړای شويو کې شو[585]))

((فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ =))

٩٦_ شپه؛ د ارامۍ لامل: الله تعالی په دې آيت کې وايي شپه يې د چوپتيا او ارامۍ لامل کړې ده. دا جوته ده انسان په رڼا کې، هڅې او زیار ته ورمات وي. په رڼا کې د وينې جريان د بدن سطحې ته ورمتوجه وي او ټولې حجرې فعاليت ته چمتو کېږي. په همدې دليل، په رڼا کې خوب هومره ارامي نه راوړي. خو چې څومره چاپېريال تياره وي؛ خوب ډوب او ارامي راوړوونکې وي؛ ځکه په تياره کې، وينه د بدن دننه ته متوجه کېږي او حجرې په خوب کې ورډوبېږي. په همدې دليل، په طبيعت کې، نه يوازې څاروي؛ بلکې بوټي هم په تياره کې ويده کېږي او د ګهيځ په ړومبۍ وړانګه خپل فعاليت پيلوي. له اهلبيتو په راغليو رواياتو کې، داسې لارښوونې لولو چې ددې مطلب له روح سره سازګاري لري، په نهج البلاغه کې له علي کرم الله وجهه روايت شوى، چې يو دوست ته يې وويل: ((د شپې په پيل کې حرکت مه کوه، چې الله تعالی شپه ارامۍ او استراحت ته پيدا کړې ده، نه ګرځېدو او سفر ته. په شپه کې دې ستړتيا لرې کړه)) له امام باقر رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې راغلي: ((په شپه کې کوروالى، د سنتو يوه برخه ده؛ ځکه الله تعالی شپه د ارامۍ لامل کړې ده)) همداراز له امام سجاد رحمة الله علیه څخه روايت دى چې خپل خادم ته يې وويل: ((چې ګهيځ شوى نه وي؛ نو څاروى به نه ذبح کوئ؛ ځکه الله تعالی شپه ټولو ته د ارامۍ لامل کړې ده))[586]

((وَهُوَ الَّذِيَ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ =))

٩٨_ پايښتي او ناپايښتي انسانان: دا آيت وايي ځينې انسان پايښتي او ځينې ناپايښتي دي. مفسران، ددې دوو تعبيرونو په هکله څو تفسيره لري: ړومبى تفسير داچې له ((مستقر)) ځنې منظور، هغه انسان دي چې پنځونه يې پوره شوې او د مور د زيلانځ په تمځي کې وي يا يې زوکړه کړې وي او ((مستودع)) هغه انسان دى چې لا تر اوسه يې پنځونه پاى ته رسېدلې نه ده او د پلار په صلب (او شا) کې د څاڅکي په بڼه دى. بل تفسير دا، چې ((مستقر))، د انسان روح ته اشاره ده چې همېشه پايښتى او برقرار دى او ((مستودع)) د انسان جسم ته اشاره ده، چې ناپايښتى او فاني دى. په ځينو رواياتو کې دا مانيز تفسير ورته شوي، چې ((مستقر)) هغو انسانانو ته اشاره ده، چې پايښتى ايمان لري او ((مستودع)) هغو ته اشاره ده، چې ناپايښتى ايمان لري.[587]

((وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُواْ لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُونَ= ))

١٠٠_ پېريان يې د الله تعالی سيالان کړل: شونې ده په دې آيت کې له جن (پېري) مطلب، شياطين وي. لکه چې زرتشتيان د ((يزدان)) او ((اهریمن)) په دوو خدايانو ګروهن دي. ((يزيديّه)) ډله هم دې ګروهې ته ورته ګروهه لري او ابليس، الله تعالی بولي او د طاووس پاچا يا د پېريانو پاچا ورته وايي. همدغسې شونې ده، له جنه (پېر) مطلب همغه مشهور جن وي. لکه چې قريشي مشرکان ګروهن وو، الله تعالی له جنه لور غوره کړې او پرښتې له دې لارې رامنځته شوي. البته روستى نظر د آيت له مضمون سره ډېر اړخ لګوي چې وايي: ((او الله تعالی ته يې په دروغو او د ناپوهۍ له مخې زامن او لوڼې جوړې کړې دي)) ښايي هم مطلب، له پرښتو ورهاخوا وي. لکه د برهمايانو او بودايانو ګروهه، چې ګروهه يې د مسيحيانو ګروهې ته ورته ده، چې حضرت عيسى علیه السلام د الله تعالی زوى بولي او همداراز تېر بوتپالي چې بوتانو ته يې د الله تعالی زامن ويل او هم د عربو مشرکان چې يې ويل: ((پرښتې، د الله تعالی لوڼې دي))[588]

((لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ =))

١٠٣_ سترګې يې نه ويني: عقلي دلايل ګواهي ورکوي چې الله تعالی بيخي د سر په سترګو ليدل کېږي نه؛ ځکه سترګې يوازې اجسام (يا يې ځينې څرنګوالی) ويني او کوم څيز چې جسم نه دى او د جسم څرنګوالى هم نه لري بيخي به په سترګو ونه ليدل شي. په بل تعبير، که يو څيز په سترګو وليدل شي هرومرو بايد ماده وي او ځاى او لورى ولري؛ خو الله تعالی تردې ټولو اوچت او لوړ دى. د الله تعالی وجود نامحدود دى او په همدې دليل، له مادي نړۍ اوچت دى؛ ځکه په مادي نړۍ کې هرڅه محدود دي. د قرآن حکیم په ډېرى آيتونو کې (هغه آيتونه چې د بني اسرائيلو او د الله تعالی د ليدو د غوښتنې په باب دي) په پوره څرګندنه د الله تعالی ليدل نفې شوي دي. د اهلبيتو په رواياتو کې هم دا ګروهه نفې شوې ده او پر ګروهنو يې په ځپنده تعبيرونو نيوکه کړې ده. د امام صادق رحمة الله علیه يو مشهور يار هشام وايي: له امام صادق سره وم چې يو بل يار يې معاوية بن وَهَب راغى او و یې ويل: د رسول الله زويه! ددې روايت په هکله څه وايې چې رسول الله (ص) الله تعالی وليد؟ په کومه بڼه يې وليد؟ او همداراز بل روايت چې له نبي کريم (ص) روايت شوى چې مؤمنان په جنت کې خپل پالونکی ويني، په کومه بڼه به يې ويني؟! امام (ترخه) موسکا وکړه او و یې ويل: ((معاويه بن وهبه! څومره بده ده چې انسان اويا اتيا کاله عمر وکړي د الله تعالی په ملک کې ووسي، نعمتونه يې وخوري؛ خو څنګه چې وړ دى و یې نه پېژني! معاويه! رسول الله پالوونکى په دې سترګو ونه وليد، ليدل په دوه ډوله دي: د زړه په سترګو ليدل او په ظاهري سترګو ليدل څوک چې د زړه د سترګو ليدل ووايي، سم يې ويلي او چې د سر په سترګو ليدل ووايي، دروغ يې ويلي او پر الله تعالی او آيتونو يې کافر شوى دى؛ ځکه رسول الله ويلي څوک چې الله تعالی، خپلو مخلوقاتو ته ورته وبولي؛ نو کافر دى[589]))

((وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

١٠٨_ ان دښمنان به هم نه کنځې: له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې يو شمېر مؤمنان پر بوتپالو سخت غوسه وو او کله يې مشرک بوتپال کنځل. قرآن حکیم په ډاګه له دې چاره منع کړل او امر يې وکړ چې په خپله وينا کې به د ادب آرونه او د کلام عفت رعايتوئ؛ ځکه څوک په کنځلو له کږې لارې اړولى نشې. ځکه ډېر وخت دغسې وګړي پر خپلې باطلې ګروهې د ځېل له مخې ټينګار کوي او تردې ورهاخوا پالوونکى کنځي. په اسلامي رواياتو کې هم راغلي چې پر منطق او استدلال به ډډه وهئ او د مخالفينو ګروهې به نه کنځئ. په نهج البلاغه کې لولو چې د صفين په جګړې کې د علي کرم الله وجهه يو شمېر يارانو، د معاويه بن ابوسفيان لارويان کنځل؛ خو علي کرم الله وجهه وویل: ((ښه مې نه راځي، چې کنځل مار وسئ؛ خو که په خپلو خبرو کې يې کړنې وريادې کړئ؛ نو دا ښه چار دى او دليل مو منلى دى)) شونې ده، وپوښتل شو، څنګه شونې ده، بوتپالي، الله تعالی وکنځي؛ حال دا، دوی پر الله تعالی ګروهن دي او بوت د الله تعالی د درشل سپارښتګر ګڼي. که موږ د ځېلي او متعصبو عوامو وضع ته ځير شو؛ نو وبه وينو چې دا موضوع هومره هېښنده نه ده. دا ډول وګړي چې غوسه کېږي، هڅه کوي چې مقابل لورى په هره لار چې کېږي خپه کړي، ان که کنځل د دواړو لوريو ګډو ګروهو ته وي.[590]

((وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلآئِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَى وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلاً مَّا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ إِلاَّ أَن يَشَاء اللّهُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ =))

١١١-د پېغمبرانو بلنه او د مشرکانو ځېل: دا آيت او دوه مخکې آيتونه وايي، چې مشرکانو له رسول الله سره شرط وکړ، که کومه معجزه وروړي؛ نو هرومرو به ایمان پرې راوړي؛ خو الله تعالی وايي ايمان راوړل يې، په هېښنده معجزو پورې تړاو نه لري؛ بلکې د الله تعالی په غوښتنې پورې اړه لري او داچې د رسول الله(ص) د بلنې په پيل کې يې ايمان رانه ووړ او ځېل يې وکړ، الله تعالی يې د زړه سترګې ړندې کړې او د ايمان توفيق يې ترې واخست[591].

 دا موضوع څو ځل د نبي کريم (ص) په پېر کې رامنځ ته شوې، حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((له آنحضرت (ص) سره وم، چې د قريشو مشران راغلل او و یې ویل: محمده! ستره ادعا دې کړې، چې نه دې پلرونو او نه دې په کورنۍ کې چا کړې ده، يو کار درنه غواړو، که يې ومنې او را و يې ښيې؛ نو پوه به شو، چې پېغمبر او د الله تعالی استازى يې، که نه پوهېږو، چې دروغجن يې. نبي کريم(ص) وویل: “ څه غواړئ؟ “دا ونه راوبله، چې له بيخه راونړېږي، راشي او په مخکې دې ودرېږي، رسول الله وويل: “د الله تعالی له وسې هر څه کېږي، که الله تعالی درته دغسې وکړي، ايمان راوړئ او پرحق لېینه – ګواهي ورکوئ؟ “و یې ويل: هو! آنحضرت (ص) وويل: “غوښتنه مو درښيم؛ خو پوهېږم، چې د خير لار نه خپلوئ. په تاسې کې يو تن دى، چې ګوندونه به راټول او په قليب[592] څاه کې به وغورځول شي. “

بيا آنحضرت (ص) وويل: “ ونې! که پر الله تعالی او آخرت ايمان لرې او پوهېږې، چې زه د الله تعالی پېغمبر يم، د الله تعالی په اجازې له بېخه راونړېږه، راشه او په مخکې مې ودرېږه. “پر هغه قسم، چې هغه يې پېغمبر رالېږلى، ونه له بېخه راونړېده او په سخت غږ او د مارغانو د غږ ونو په څېر را روانه وه او د رسول الله (ص) پروړاندې ودرېده او پاس ښاخونه يې د رسول الله (ص) پر سر اوځينې يې زما پر اوږو وغوړول او زه د نبي کريم (ص) په ښي خوا کې ناست وم. خلکو آنحضرت (ص) ته ليدل او په سرغړاندۍ يې وويل: اوس ورته ووايه، چې نيمه درشي او نيمه پرځای پاتې شي. د آنحضرت (ص) په امر ونه په هېښنده حالت او لوړ غږ ورغله، چې نژدې وو، له رسول الله (ص) را چاپېره شي، بيا يې په کفر او سرغړونې وويل: اوس ورته ووايه، چې دا نيمه دې له هغې بلې نيمې سره يوځاى شي. بيا حضرت (ص) امر وکړ او ونه ستنه شوه. ما وويل: لا اله الا الله. اى د الله تعالی استازيه! ړومبى تن يم، چې ايمان مې درباندې راوړى او ړومبى تن يم، چې لېینه – ګواهي ورکوم، چې ونې دې د الله تعالی په حکم خبره ومنله، چې پر نبوت دې لېینه ورکړي او د خبرې درناوى دې وکړي؛ خو دې ټول قوم وويل: دا يو دروغجن کوډګر اوهېښنده پاډوګر دى! ايا بې ددې په څېر، بل څوک دې منې او مطلب يې زه وم. [593]))

((وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ))

١١٢-د مؤمنانو په تکامل کې د شيطانانو ونډه: له يوې خوا په ټوليز ډول ټولې چارې په الله تعالی پورې ورتړلاى شو؛ ځکه هر څه د الله تعالی دي. اختيار، واک، آزادي، ځواک، پوهه او. . . هرڅه ټول الهي لورنې دي، چې د وګړيو په واک او اختيار کې دي؛ نو که شياطين هم له پېغمبرانو سره دښمني کوي، بيا يې هم د الله تعالی په اجازه کوي؛ خو ددې خبرې مفهوم دا نه دى، چې دوى په خپلو چارو کې مجبور دي او له ځانه واک او اختيار نه لري؛ بلکې دوى هم، چې هر څه لري، د الله تعالی ورکړه ده؛ خو خپل ځواک او امکانات د دوکې او ټګۍ په لار کې لګوي. په ټوليز ډول دنيا د اختيار او واک ځاى دى او الله تعالی انسانانو او پېريانو ته واک ورکړى، چې په خپله خوښه او آزادۍ د خير او شر لارغوره او یون پکې وکړي؛ البته له يوې خوا، مؤمنانو ته همدا شيطاني نخچې په ناسیده ډول رغنده اغېز درلوداى شي؛ ځکه د دښمن شتون او هغه هم تکړه او چلي دښمن، د هوښيار او هوډمن وګړي د پوهې، ارادې، زغم او مقاومت د لوړتيا لامل ګرځي او په خپل سم بهير کې يې لاټينګوي[594].

((وَذَرُواْ ظَاهِرَ الإِثْمِ وَبَاطِنَهُ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُواْ يَقْتَرِفُونَ= ))

١٢٠ ښکاره او پټ ګناهونه: له((ښکاره ګناهونو))مطلب، هغه ګناهونه دي، چې سپېرې پايلې يې پټې نه دي؛ لکه شرک، پرځمکه فساد او ظلم، همداراز ((پټ ګناهونه)) هغه دي، چې په لومړۍ کتنه کې يې پر سپېرو پايلو پوهېداى نشو؛ لکه د مردارې غوښې، د خوګ د غوښې او وينې خوړل. الله تعالی ويلي، چې دا چارې ګناهونه دي؛ خو شونې ده، په ځينو ځايونو کې يې د حراموالي علت سم راڅرګند نه وي. دا آيت وايي، چې ټول ګناهونه پرېږدئ؛ که څه پر پايلو يې پوه نشئ[595].

((وَذَرُواْ ظَاهِرَ الإِثْمِ وَبَاطِنَهُ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُواْ يَقْتَرِفُونَ =))

١٢٢- د رسول الله (ص) د تره، حمزه (رض) د اسلام راوړل: ددې آيت په شأن نزول کې ويل شوي، چې ابوجهل د اسلام او د رسول الله(ص) له سرسختو دښمنانو ځنې و، يوه ورځ يې آنحضرت (ص) ډېر وځوراوه. حمزه (رض) تردې ورځې ايمان راوړى نه و او د اسلام په هکله يې غور کاوه، پردې ورځ د معمول له مخې بېديا ته ښکار ته تللى و، چې راستون شو؛ نو د ابوجهل او وراره له پېښې يې خبر شو، سخت غوسه شو او په ابوجهل پسې ورغى او پر سر يا پوزه يې داسې وواهه، چې وينه پرې راماته شوه، ابوجهل د حمزه (رض) د سرباندې مېړني غبرګون پروړاندې څه غبرګون ونښود، سره له دې، چې په خپل ټبر ان په مکه کې پوره مخور و. بيا حمزه (رض)، رسول الله(ص) ته ورغى او اسلام يې ومانه او له دې ورځې يې تر روستۍ ساه، ددې آسماني دين دفاع وکړه. دا آيت ددې پېښې په اړه رانازل شو او د حمزه (رض) ايماني وضيعت او په کفر او فساد کې يې د ابوجهل ټينګوالى په ګوته کړ. په دې آيت کې ((مرګ او ژوند)) د ((کفر او ايمان)) پر مانا او په حقيقت کې ښيي، ايمان يوه تشه او وچه ګروهه يا تشريفاتي الفاظ نه دي؛ بلکې د روح په څېر په بې ايمانه مړو تنو کې پوکل کېږي او د بنيادم پر تن او ژوند اغېز شيندي. بايد پوه شو، چې په دې آيت کې له رڼا مطلب، پر قرآن حکیم، نبوي ښوونو او امامانو سربېره، يوه نوې پوهه او ليد دى، چې پر الله تعالی ايمان يې انسان ته ورکوي او له توکیز چاپېرياله يې د ليد څنډ پورته بوځي او سرباندې پراخ عالم ته يې ورننباسي، چې دغسې انسان د ځان پېژندنې په رڼا کې، له سترګو د ځانمنۍ او ځاني غوښتنو پردې لرې کوي او هغه حقايق ويني، چې مخکې يې ليدلاى نشول او په وس کې د خپل ژوند په بهير کې له ډېرو ګناهونو (چې خلک پرې د ځاني غوښتنو له مخې اخته دي) بچ پاتېږي او روغ امټ خپل مطلب ته رسي. له رسول الله(ص) څخه په يو روايت کې لولو: ((مؤمن يې د الله تعالی په رڼا ويني.)) همدې حقيقت ته اشاره ده؛ البته دا ځانګړې ليدنه په خوله او قلم ويلاى نشو؛ بلکې بايد و يې څکو او شتون يې وننګېرو. ناويلي دې نه وي، چې دغسې ليد يوازې د رښتیني ايمان په سيوري، د قرآن حکیم او پاکلمنو امامانو د لارښوونو په عملي کولو کې ترلاسه کولاى شو[596].

((وَإِذَا جَاءتْهُمْ آيَةٌ قَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ اللّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُواْ يَمْكُرُونَ =))

١٢٤-پېغمبران، الله تعالی غوره کړي دي: کوم شأن نزولونه يې، چې دې آيت ته ويلي، ترې پوهېداى شو، چې ځينو مشرکانو داچې تر پېغمبره (ص)يې عمر، ځواک او شتمني ډېره وه؛ نو ځان يې پېغمبرۍ ته وړ باله [597]؛ خو څرګنده ده، چې پېغمبرېدل په عمر، کال، شتمنۍ، مقام او موقعيت نه ده؛ بلکې روحي پاکوالي، دنننی سوتره توب، اخلاقي او انساني ځانګړنو، له ګناه بچېدو او ډېرې ځان ساتنې او پرهېزګارۍ ته اړتيا لري او بې له خدايه څوک ترې خبر نه دي. د رسول الله ځايناستى هم بې له وحې او قانون ايښوونې؛ نورې ټولې د پېغمبر ځانګړنې او کړنلارې لري؛ يعنې هم د دين پاسوال دى او هم د خلکو توکیز او مانيز مشر دی او هم بايد له ګناه پاکلمنى وي، چې خپله دنده ښه ترسره کړي او خلکو ته وړ بېلګه وي. له همدې لامله، د ځايناستي ټاکنه هم د الله تعالی په لاس کې ده او يوازې الله تعالی پوهېږي، چې څوک بايد امام وي‎[598].

((فَمَن يُرِدِ اللّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلاَمِ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاء كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ =))

١٢٥- ټټر پراخي: په دې آيت کې له ((صدر)) (سينې) څخه مطلب، روح او فکر دى او دا کنايه په ډېرو ځايونو کې کارېدلې او د ((سينې له پراخۍ)) مطلب، هماغه د روح پراخي، لوړاندي او د انسان د عقل د څنډ پراخي ده؛ ځکه د حق منل له شخصي ګټو خورا تېرېدنې ته اړتيا لري، چې دې چار ته يوازې هغوى چمتو دي، چې لوړ اندي وي او روح يې پراخ وي. الله تعالی په دې آيت کې، ((ټټر پراخي)) يوه ستره لورنه او د ((ټټر تنګي)) يوه الهي سزا ګڼلې ده؛ نوځکه الله تعالی خپل پېغمبر ته دا ستره لورنه د شرح سورت په لومړي آيت کې وايي: ((ايا موږ دې سينه درپراخه نه کړه؟)) دا موضوع د وګړ يو د حالاتو په څېړنې کې ښه په سترګو کېږي. د ځينو روح هومره پراخ او چمتو دى، چې هر واقعیت (که څه ستر هم وي) مني. اپوټه يې د ځينو روحونه داسې تنګ دي، ته وا هېڅ ډول حقيقت ورننوتاى نشي. د ليد څنډ يې په ورځېني ژوند او خوراک څښاک کې را ايسار دى. که دنيا ورورسي؛ نو ټول څيزونه سم دي او که لږ څه کټ وټ پکې پيدا شي؛ نو ته وا، ټول څيزونه ويجاړ شوي او هر څه پاى ته رسېدلي. دا آيت، چې رانازل شو؛ نو رسول الله(ص) وپوښتل شو: د سينې پراخي؛ يعنې څه؟ رسول الله(ص) وویل: ((يوه رڼا ده، چې الله تعالی يې د هغه په زړه کې اچوي، چې يې وغواړي او په رڼا کې يې روح پراخېږي)) وپوښتل شو: د پېژندو نښه يې څه ده؟ آنحضرت (ص) وويل: ((هو! نښه يې آخرت ته پام وراړول، له چلي نړۍ د لمن راغونډول او تر مرګ وړاندې (په ايمان، صالح عمل او د حق په لار کې هڅې) مرګ ته چمتو کېدل دي [599].))

((لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

١٢٧- په جنت کې د امنيت نعمت: دا آيت د جنتيانو يو ستر نعمت ته اشاره کوي، چې د امنيت نعمت دى. دا نعمت له سترو مانيزو نعمتونو ځنې دى، چې ان يو شېبه نشتون يې دردناک دى. هغوى دا حقيقت مومي، چې په خطرناکې بېديا کې روان وي يا په جنګي سيمو کې وسي، چې هره شېبه پکې د توغنديو ورېدو او بمبارۍ ډار وي؛ دلته د ژوند رڼې اوبه خړېږي او ساعتونه او دقيقې سختې تېرېږي. په دې حالت کې د جنتيانو په هکله د قرآن حکیمي ماناکړنو- تعبيراتو حقيقت او ژورتيا لمسولاى شو.

البته جنتيان په دې نړۍ کې هم د ايمان په رڼا کې ددې امنيت او آرامۍ يوه څنډه ننګېرلاى شي او ان په سختو ستونزو کې د توکل پر حقيقت د ډډې وهلو او د الله تعالی رضا ته د غاړه ايښوونې له لارې له ځانګړې ارامۍ برخمن دي. قرآن حکیم د يونس سورت په ٦٢ –٦٤ آيتونو کې وايي: ((پوه شئ! د الله تعالی پر دوستانو نه وېره شته او نه خپګان؛ هماغوى، چې ايمان يې راوړى (او د الله تعالی د فرمان له مخالفته) ډډه کوي، په دنيوي او اخروي ژوند کې ښاد(او خوشحاله) دي، د الله تعالی وعدې نه بدلېږي، دا هماغه ستره بريا ده [600]))

((وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ= ))

 ١٢٩ – په قيامت کې د ولايت او پالندوينې غځېدنه: دا آيت، ددې ډول وګړيو په هکله يو الهي همېشني قانون ته اشاره کوي، وايي: لکه څنګه چې په دې نړۍ کې ظالمان او سرغړاندي يو د بل ملاتړي او مشران وو او په ناسمو لاروکې يو د بل مرستندويان ول، په بله دنیا کې يې هم يو بل ته ورپرېږدو، دا د هغو کړنو له لامله دي، چې په دې نړۍ کې يې کړي وي؛ ځکه د قيامت ډګر په ستره کچه د غبرګونونو ډګر دی او هلته هر څه، په دې نړۍ کې زموږ د کړنو انعکاس دى[601]. تردې آيت لاندې د اهل بيتو په رواياتو کې راغلي: ((چې چا يې په دنيا کې ولايت اوپالندوينه منلې وه، په آخرت کې به يې هم پالندويان یو او دوی به په قيامت کې يوځاى وي. [602]))

((إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لآتٍ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ =))

١٣٤- د معاد یادول اړين دی: په يو روايت کې راغلي، چې اسامة بن زيد (رض) په سلو دينارو يوه مينزه وپېرله، چې په يوې مياشتې کې به يې پيسې ورلنډوي. رسول الله(ص) ترې خبر شو. و یې ويل: ((اسامه! اوږده هيله لرې. پر هغه الله تعالی قسم، چې زما ساه يې په لاس کې ده، چې کله سترګې پټوم، هيلمن نه يم، چې بيا به يې پرانزم او چې سترګې مې پرانستې وي، هيلمن نه يم، چې بيا به يې پټې کړاى شم او چې کله مړۍ په خوله کوم، هيلمن نه يم، چې تېره به يې کړاى شم. بنيادمه! که (ښه) غور وکړې؛ نو بايد همېشه ځان په مړيو کې ووينې. پر هغه الله تعالی قسم، چې زما ساه يې په واک کې ده، د څه چې ژمنه درکول کېږي، په يقين راځي او الله تعالی بېوسولاى نشئ)) [603].

((وَجَعَلُواْ لِلّهِ مِمِّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُواْ هَـذَا لِلّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـذَا لِشُرَكَآئِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلاَ يَصِلُ إِلَى اللّهِ وَمَا كَانَ لِلّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَآئِهِمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ))

١٣٦— د الله تعالی برخه او د بوتانو برخه: مفسرانو د آيت ددې برخې ((نو کومه برخه يې، چې د بوتانو وه، الله تعالی ته نه رسېده؛ خو د الله تعالی برخه يې شريکانو ته رسېده)) په باب ويلي دي، که د کرنې او څارويو هغه برخه به زيانمېده او له منځه تله، چې الله تعالی ته يې وربېله کړې وه؛ نو ويل يې: مهمه نه ده، الله تعالی مړه خوا دى؛ خو که د بوتانو برخه له منځه تله، پرځای يې د الله تعالی برخه ايښووله او ويل يې: بوتان ډېره اړتيا لري. همداراز که د الله تعالی د برخې د کرنې اوبه، د بوتانو کرنې ته ورتلې، ويل يې: توپير نه لري، الله تعالی مړه خوا دى؛ خو که پېښه اپوټه کېده، مخه يې نيوه او ويل يې: بوتان ډېره اړتيا لري، له همدې لامله، د آيت په پاى کې، دا چټي ګروهه غندل شوې: ((څه ناوړه پرېکړه کوي.)) پردې سربېره، چې له بيخه بوتپالنه يو بې بنسټه او فاسد چار دى، د مشرکانو د چارو د يو رنګوالي دلايل دادي:

١- سره له دى، چې ټول څیزونه د الله تعالی مخلوق او ملک دى او د ګردو مخلوقاتو واکمن، مدبر او ساتمن دى؛ نو دوى يوازې يوه برخه الله تعالی ته وربېلوله، ته وا مشرکان آریز مالکان دي او د ويش حق ورسره دى.

٢-په وېش کې يې بوتان لومړي ګڼل، چې د الله تعالی برخې ته کوم زيان رسېده؛ نو مهمه نه وه؛ خو که د بوتانو برخې ته څه زيان رسېده؛ نو د الله تعالی برخه يې بوتانو ته وربېلوله، چې دا پر الله تعالی د بوتانو يو غوراوى او امتياز و.

٣-له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې مشرکان د بوتانو برخې ته په ځانګړي اهميت قايل وو؛ نوځکه متوليانو، د بوتانو خادمانو او پخپله بوتپالو، د بوتانو برخه خوړه او د الله تعالی برخه يې يوازې هلکانو او مېلمنو ته ورکوله. قراين او نښې راښيي، چاغ پسونه او ښې غلې د بوتانو برخه وه، چې خپلې خېټې پرې مړې کړي. دا ټول راښيي، دوى په وېش کې ان د بوتانو هومره الله تعالی ته پر ارزښت قايل نه وو. دا څومره بدرنګه او ننګينه پرېکړه ده، چې انسان يوه ټوټه ډبره او بې ارزښته لرګى د هستۍ پر پنځوونکي اوچت وبولي؟ ايا تردې خورا ټيټه انديزه ځوړتيا انګېرېداى شي؟![604]

((وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلاَدِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُواْ عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ))

١٣٧-بوتانو ته د اولادونو ځارول: داچې بوتانو، بوتپالو ته د خپلو اولادونو وژنه ښکلې برېښولې وه، مانا يې داده، چې بوتانو د مشرکانو په زړونو کې ځای درلود او ورسره يې خيالي مينه ددې لامل شوه، چې ځينې مشرکان خپل اولادونه ووژني، د بوتانو يې بلهار او ورنژدې شي. دا مطلب د تېرو بوتپالو او ستورنمانځو په باب کښل شوى دى؛ البته بايد پوه شو، چې دا مطلب بې د نجونو له ژوندۍ ښخولو دى، چې د بني تميم ټبر کاوه. دا آيت د اولادونو(؛ زوى او لور) د وژنې په باب خبرې کوي؛ خو ژوندي ښخول، يوازې په نجونو پورې ځانګړي وو[605].

((وَقَالُواْ هَـذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لاَّ يَطْعَمُهَا إِلاَّ مَن نّشَاء بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لاَّ يَذْكُرُونَ اسْمَ اللّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاء عَلَيْهِ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُواْ يَفْتَرُونَ =))

١٣٨- د بوتپالو د چټي ګروهو يوه برخه: په دې آيت کې د بوتپالو چټي ګروهو(چې د اندیزې کچې ټيټوالى يې راښيي) ته اشاره شوې او د تېرو آيتونو ويينه پوره شوې ده. لومړى وايي، چې بوتپالو ويل ((د څارويو او کښتونو دا برخه (چې بوتانو ته ځانګړې شوې، ټولو ته) منع ده؛ خو په ګومان يې هغوى خوړاى شي، چې موږ يې وغواړو)) او منظور يې د بوت او بوتخانې منجاوران، خادمان او متوليان وو. په انګېرنه يې يوازې همدې ډلې حق درلود، چې د بوتانو برخه وخوري. ددې مطلب له ويلو پايله اخلو، چې د آيت دا برخه د هغې برخې د لګښت څرنګوالى راښيي، له کرنې او څارويو يې بوتانو ته بېله کړې وه، چې شرح يې په دوو تېرو آيتونو کې تېره شوه. بيا دويم حرام کړي څيز ته اشاره کوي او وايي: ګروهن وو، چې پر يوې برخې څارويو سورېدل حرام دي؛ په ظاهره هغو څاريو ته اشاره ده، چې د مائدې سورت په ١٠٣ آيت کې د ((سائبه))، ((بحيره)) او ((حمام)) په نامو اشاره ورته شوې ده. ورپسې يې د ناروا احکامو درېيمه برخه ويلې: ((او (همداراز) ځينې څاروي (وو)، چې (د ذبحې پرمهال) يې پرې د الله نامه نه اخسته)) شوني ده، چې دا غونډله هغو څارويو ته اشاره وي، چې د بوت په نامه يې ذبحول يا هغه څاروي، چې ورباندې سورېدل يې د حج لپاره حرام کړي وو؛ لکه چې ځينو مفسرانو روايت کړی دی. په دواړو حالاتو کې، وايو بې دليله او چټي حکم دى[606]. دا آيت د څارويو د غوښې په اړه د مشرکانو يو بل چټي حکم ته اشاره کوي: ((څه (بچي) چې ددې څارويو په ګېده كې دي، دا په ځانګړي ډول زموږ د نارينه وو دي او پر ښځو مو حرام دي؛ خو كه مړ وي [= مړ وزېږي ]؛ نوټول (يې په خوړلو) كې شريك يو.))

 منظور د څارويو بچي دي، چې په مخکې آيت کې اشاره ورته وشوه، که ژوندى وزېږېده؛ نو په نارينه وو پورې يې ځانګړى باله او که مړ زېږېده (، چې ډېره لېوالتيا يې ورته نه درلود)؛ نوټول يې پکې يو رنګ او برابر ګڼل. لومړى داچې دې حکم هېڅ ډول فلسفه او سولیز – منطقي دليل نه درلود. دويم داچې د مړبچي په زېږون کې، ډېره بده وه؛ ځکه غالباً د دغسې څارويو غوښه خرابه او زيانمنه وي. درېيم داچې د نر او ښځې ترمنځ يو ډول څرګنده توکم پالنه او تبعيض و؛ ځکه ښه د نارينه وو او په بدو کې ښځو ته هم برخه ورکول کېده[607].

((وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ= ))

١٤١- په مېوې واڼولو کې د نشتمنو حق مه هېروئ: بايد پوه شو، چې د لو، رېبلو او واڼولو پرمهال کوم حق ورکوو، فرضي زکات نه دى؛ ځکه په آيت کې، چې ځينو مېوو(لکه انار) ته اشاره شوې، زکات نه لري. همداراز دا آيت په مکه کې رانازل شوى؛ خو د زکات حکم په مدينه کې رانازل شوى دى؛ نوځکه د آيت منظور دادى، چې د لو، رېبلو او مېوې واڼولو پر ورځ، په نشتمنو پورې يوحق تړاو مومي، چې عقل يې هم مني او سپېڅلې شرع هم د صدقې او خيرات په نامې تاييد کړى دى. له امام صادق رحمة الله علیه څخه روایت شوی: ((په کرنه کې دوه حقه دي: اخستونکی حق او ورکونکی حق. اخستونکی حق؛ د فرضی زکات ورکول دي؛ خو هغه حق چې انسان یې په خپله خوښه ورکوي، هماغه دی چې د ((وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ)) آيت اشاره ورته کړې، او له ((لو)) ورځې مطلب هماغه ورځ ده چې واڼول پکې پیلېږي او يېبره سوکه سوکه ډېرېږي، دا ټوله موده په ((لو)) ورځې شمېرلېږي.))

له امام صادق رحمة الله علیه څخه په بل روايت کې راغلي: ((له خپلو راټولو شويو یېبرو – محصولاتو دې، راغلي مسلمان ته ورکړه او که کوم مسلمان رانغى؛ نو مشرک ته يې ورکړه)) روايت شوى، چې مدينوالو د خرما واڼلو پرمهال له ونې د کجورې وږی په جومات کې ايښووه او نشتمنو به ترې خوړل. [608]

((ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ نَبِّؤُونِي بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

((وَمِنَ الإِبْلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاء إِذْ وَصَّاكُمُ اللّهُ بِهَـذَا فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ =))

١٤٣-او ١٤٤. پر الله تعالی د مشرکانو دروغ ورتړل: په دې دواړو آيتونو کې د هغو څاريو نامې ‏راغلي، چې غوښه يې حلاله ده او ځينې څاروي، چې هم بار وړي او هم د انسان خوړو ته مناسب دي او داچې ددې څارويو د حلال والي يا حراموالي حکم، د الله تعالی چار دى، چې د دوى، بشر او ګردې هستۍ پنځوونکى دى؛ نوځکه يې د حلال يا حراموالي ادعا يا بايد د عقل د لېینې – ګواهۍ له مخې وي يا د وحې له لارې يا به ددې حکم د و يلو پرمهال د پېغمبر پروړاندې شتون وي. په ۱۴۳ آيت کې څرګنده شوى، چې مشرکانو ددې څارويو په تحريم کې هېڅ ډول علمي او عقلي دليل نه درلود او داچې د نبوت او وحې ادعا يې هم نه درلوده؛ نوځکه يوازې دا احتمال پاتېږي، چې ادعا وکړي، چې موږ هغه مهال حاضر او ګواه وو، چې الهي پېغمبرانو يې په اړه حکم کړی و؛ نوځکه په ١٤٤ آيت کې راغلي: ((چې کله (يې) الله تعالی (پر حرامولي) سپارښتنه ورته کوله (؛ نو) پرې شاهدان وئ؟!)) داچې ددې پوښتنې ځواب منفي دي؛ نو جوتېږي، چې مشرکانو په دې باب بې له تور او دروغ ورتړلو بله پانګه او وزله نه درلوده[609].

((قُل لاَّ أَجِدُ فِي مَا أُوْحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلاَّ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

١٤٥-حرامې غوښې او د څارويو د ذبح احکام: په دې آيت کې، د ((څاروي)) د ویی- کلمې پرځای د ((فسق)) کلمه راغلې ده. فسق د بنده ګۍ له دود او لارې د وتو او د الله تعالی د حکم د نه منلو پر مانا ده؛ نوځکه هر ډول ګناه ته فسق ويل کېږي. په آيت کې د کلمې کارول ښايي دې ته اشاره وي، چې حرامې غوښې، دوه ډوله دي:

 ١- ځينې غوښې له دې لامله حرامې دي، چې پلېدې، چټلې، طبع او مزاج ترې کرکجن او جسمي زيانونه لري او د ((رجس)) او ((ناولې)) اطلاق پرې کېږي؛ دا هغه غوښې دي، چې د آيت په پيل کې وويل شوې؛ يعنې مرداره او د خوک غوښه.

٢-هغه غوښې، چې نه ناولې دي او نه د جسمي روغتيا له پلوه زيانمنې دي؛ بلکې له اخلاقي او مانیز پلوه زيان لري. په بله وينا، د هغه څاروي غوښه هم حرامه شوې، چې د فسق په لار کې او د بوتانو په نامه ذبح کېږي، د الله تعالی او توحيد له لارې وتل، په شرک او بوتپالۍ ککړتيا او اروايي، اخلاقي او ګروهيزې روغتيا ته د نه پاملرنې له آره حرامه شوې ده؛ نوځکه نه ښايي دا انتظار وکاږو، چې همېشه حرامې غوښې روغتيايي زيانونه درلودل؛ بلکې کله د مانیزو او اخلاقي زيانونو په پار هم حرامې شوې دي. له دې ځايه څرګندېږي، چې د اسلامي ذبح شرايط هم دوه ډوله دي: ځينې روغتيايي اړخ لري؛ لکه د څلورګونو رګونو پرې کول او د څاروي د وينې بهول. ځينې مانیز اړخ لري؛ لکه مخ پرقبله کول، د((بسم الله)) ويل او د مسلمان په لاس ذبح کول[610].

١٤٥-ځينې حرامې غوښې او خواړه: شونې ده ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې څنګه په دې آيت کې د خوړو په باب ټول الهي محرمات په څلورو څيزونو کې را ايسارشوي؛ حال دا پوهېږو، حرام خواړه په دې پورې را ايسار نه دي. د بېلګې په توګه (بې له خال دار کبه او په څېر يې) د ټولو سمندري څارويو غوښې حرامې دي، حال دا په دې آيت کې يې هېڅ نامه راغلې نه ده او محرمات په څلورو څيزونو کې راايسارشوي دي. په ځواب کې وايو، دې آيت يوازې د مشرکانو چټي احکامو ته پام کړى او په اصطلاح، ((اضافي حصر)) دی په بل تعبير، آيت وايي: دا الهي محرمات دي؛ نه هغه چې تاسې مشرکانو اوبدلي دي. ددې مطلب څرګندولو ته يوه بېلګه راوړو: څوک رانه پوښتي، آيا حسن او حسين دواړه راغلل؟ په ځواب کې وايو: نه، يوازې حسن راغى. دلته منظور مو دادى، چې د دويم تن (؛ يعنې حسين) راتګ نفې کوو؛ خو هېڅ مانع نه لري، چې نور وګړي راغلي وي، چې له آره مو تر ويينې لاندې نه وو، دغسې يو حصر ته اضافي يا نسبي حصر وايي[611]. بلخوا ويلاى شو، چې احتمالاً دا څو ځايونه به په مکه کې ددې سورت د نزول تر وخته پر رسول الله وحې شوي وي او نور ځايونه يې، په راروسته کلونو په مدني سورتونو؛ يعنې بقرې او مائدې کې راغلي وي[612].

((قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ =))

١٤٩-الهي بالغه حجت: الله تعالی تعالى په دې آيت کې، په ١٤٨ آيت کې د مشرکانو د ادعا د باطلو لپاره بل دليل يادوي اووايي: ووايه، الله تعالی د توحيد او همداراز د حلالو او حرامو د احکامو په باب هم د پېغمبرانو له لارې او هم د عقل له لارې سم او څرګند دلايل راوړي، چې هيچا ته هم څه عذر او پلمه نه پاتېږيي؛ نوځکه بيخي ادعا نشي کړاى، چې الله تعالی په خپله چوپتيا، ددوى ګروهې او ناروا کړنې تاييد کړې دي، او هم ادعا نشي کړاى، چې په خپلو کړو وړو کې مجبور يو؛ ځکه که مجبور ول، د دليل راوړل، د پېغمبرانو ورلېږل، بلنه او تبليغ ورته چټي او بې ګټې وه. د دليل راوړل، د ارادې پر آزادۍ دليل دى. د((الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ)) (څرګند او پرېکنده دليل) مانا په پامنيوي څرګندېږي، چې بشر ته د الله تعالی دلايل د عقل، نقل، پوهې او همداراز د پېغمبرانو ورلېږل په هر نظر سم او څرګند دي، چې چاته هېڅ ډول شک نه پاتې کوي. په همدې دليل الله تعالی، پېغمبران له هرې تېروتنې معصوم او پاکلمني کړي، چې له بلنې يې هر ډول شک او دوه زړي توب لرې کړي. له امام کاظم رحمة الله علیهنه روايت شوى: ((الله تعالی پر خلکو دوه حجته لري: ښکاره حجت او پټ حجت. ښکاره حجت، پېغمبران او امامان دي او پټ حجت(د انسانانو) علقونه دي.)) ددې آيت په تفسير کې له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى: ((الله تعالی د قيامت پر ورځ خپل بنده ته وايي: زما بنده! ايا پوهېدې؟(اوګناه دې کوله) که هو ووايي، ورته وايي: ولې دې پر هغه عمل و نه کړ، چې پوهېدې؟ او که ووايي ناپوهه او ناخبره وم، ورته وايي: ولې دې زده نه کړل، چې عمل وکړې؟ دا مهال به بې ځوابه شي او داده د ((الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ)) مانا. څرګنده ده، چې دا روايت، د الهي دلايلو يو مصداق يادوي او په دنيا او آخرت کې د الله تعالی دلايل ډېر دي[613].

١٥١- له موروپلار سره ښېګڼه: الله تعالی په قرآن حکیم کې څو ځايه، د توحيد په بلنې پسې له موروپلار سره د نېکۍ خبره کړې ده[614]. له دې آيتونو پوهېدل کېږي، چې د موروپلار په هکله ناشکري، له سترو ګناهونو يا تر شرک روسته يوه ستره ګناه ده[615].

 له رسول الله(ص) نه روايت شوى دى: (الف): ((د موروپلار له ازاره ډډه وکړئ؛ ځکه د جنت بوى سپېږمو ته د زرکالو لارې رسي؛ خو (د موروپلار) او. . . ځوروونکى يې نه مومي [616].))

 (ب): ((له موروپلار سره)) ښېګڼه کوونکي (په جنت کې) له پېغمبرانو يو درجه ټيټ دي او (د موروپلار) ازاروونکي (په دوزخ کې) له فرعونيانو يوه پوړۍ جګ دي[617])).

((قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ =))

١٥١-اولاد وژنه منع ده: له دې آيته راولاړېږي، چې د جاهلي پېر عربانو، نه يوازې خپلې لوڼې د غلطو تعصبونو په پار ښخولې؛ بلکې زامن يې هم (چې د هغې زمانې په ټولنه کې ستره پانګه ګڼل کېده) د نېستۍ او تنګلاسۍ له لامله وژل. الله تعالی په دې آيت کې دوى ته د پالونکي د نعمت پراخ دسترخوان وريادوي، چې ان کمزوري موجودات ترې روزي خوري او له دې چاره يې منع کوي. په خورا افسوس، چې زموږ په پېر کې دا جاهلي عمل په بله بڼه کېږي او بې ګناه ماشومان د مور په ګېډه کې د جنين په غورځولو وژني[618].

((وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ =))

١٥٢ -د پلار مړي مال مه خورئ: په دې آيت او ١٥١ آيت کې دوو ځايونو ته ((لاتقربوا؛ نژدې کېږئ مه)) ويل شوى دى. دا مانا کړن – تعبير په قرآن حکیم کې ځينو نورو ګناهونو ته هم راغلى او ښکاري، چې وسوسه راپاروونکيو ګناهونو ته کارول شوى؛ لکه: زنا، فحشا، بې ملاتړي، د پلارمړي د مال خوړل او. . . نوځکه قرآن حکیم خلکو ته ګواښ کوي، چې دې ګناهونو ته نژدې کېږئ مه، چې د سختو وسوسو تر اغېز لاندې يې نشئ[619].

١٥٢-هر څوک تر خپلې وسې پړ دی: د آيت دا برخه ((موږ پر هر چا د وسې هومره يې پېټې ږدو)) يو پوښتنه ځوابوي. الله تعالی تعالى وايي، چې د پلار مړي شتمنۍ ته يوازې په غوره بڼه ورنژدې شئ او په مېچ او تول کې پوره انصاف وکړئ.

شونې ده، ذهن ته دا مطلب ورسي، چې سل په سلو کې دې دوو لارښوونو ته پاملرنه ناشونې ده؛ ځکه شونې ده، د پلارمړيو پالندويان، بې غرضه يې په شتمنيو کې کوشنۍ تېروتنه وکړي يا کسبګر، بې غرضه، څیزونه وتلي، که څه دواړو ډليو په خپل کار کې خورا ځيرنه کړې وي؛ نو مکلفيت يې څه دى؟الله تعالی په ځواب کې وايي: ((موږ پرهر چا د وسې هومره يې پېټى ږدو))؛ يعنې که په خپل چار کې لازمه ځيرنه وکړئ؛ خو تېر وځئ؛ نو و به نه نيول شئ[620].

((وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =))

١٥٣-اهلبيت؛ د الله تعالی د لارې څرګند مصاديق: په يو روايت کې راغلي، چې رسول الله(ص) يوه نېغ کرښه وکاږله او و یې ويل: ((د الله تعالی لار دغسې سمه ده)) بيا يې د نېغې کرښې ښي او کيڼ لوريو ته کرښې وکاږلې او و یې ويل: ((دا غيرالله لارې دي او د هرې په سر کې شيطان ناست دى او خلک ځان ته رابولي)) بيا يې دا آيت ولوست: ((وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا ً. . .)) په بل روايت کې، امام باقررحمة الله علیه تردې آيت لاندې وويل: ((موږ (اهل بيت) سیده لار يو؛ نو چاچې سرغړونه وکړه، دا نورې لارې يې [ په مخ کې دي اوګام پرې ايښوولاى شي]؛ خو کافر شوى دى.)) په ډاګه ده، چې اهل بيت د الله تعالی د لارې له څرګندو مصداقونو ځنې دي او چې څوک ورپسې ورشي؛ بېشکه موخې ته رسي. د شيعه او سني په ځينو رواياتو کې صراط المستقيم (د نېعې لار مصداق) په علي کرم الله وجهه تفسير شوى دى[621].

((ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِيَ أَحْسَنَ وَتَفْصِيلاً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ =))

١٥٤-د هر اړخيز او پوره دين په هکله يوه څرګندنه: شونې ده وويل شي، که د موسى علیه السلام دين پوره واى (؛ لکه چې د ((تماماً)) کلمه يې ښيي)؛ بيا نو د مسيح علیه السلام د دين او ورپسې د اسلام د دين راتګ څه اړتيا درلوده؟! خو بايد ووايو، چې هر دين، خپلې زمانې ته، هر اړخيز او پوره دين وي او محال ده، چې د الله تعالی له لوري نيمګړى دين رانازل شي؛ خو کوم دين، چې يوې زمانې ته پوره و؛ نو شونې ده نورو وختونو ته نيمګړى وي؛ لکه د لومړني ښوونځي يو اړخيز او پوره کړلار (برنامه) د لېسې دورې ته نېمګړې ده، تر روستي رسول الله(ص) او ورستۍ لارښوونې پورې له ګڼ شمېر اسماني کتابونو سره د ډېرو پېغمبرانو درا لېږلو علت همدا دى. البته هغه مهال، چې بشر د نهايي لارښوونې د موندنې چمتو والى پيدا کړ او نهايي امر وشو، چې نور نوي دين ته اړتيا نشته او کټ مټ د فارغ التحصيل وګړيو په څېر چې د خپلو معلوماتو له مخې او په مطالعې او څېړنې علمي پرمختګونو ته ورسېدای او پرمخ تلای شي؛ نو د دغسې دین لارويان هم نوي دين ته اړتيا نه لري اوله همدې نهايي دينه بسيا خوځښت اخستلاى شي[622].

((هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا قُلِ انتَظِرُواْ إِنَّا مُنتَظِرُونَ =))

١٥٨ – د کافرانو بې ځايه تمه: الله تعالی مو په دې آيت کې د کافرانو له رخې ړوند زړۍ خبروي اوداچې په هېڅ توګه به ايمان رانه وړي. داسې ورځ ته سترګې پر لار وي، چې پرهغې ورځ يې ايمان راوړل ناشوني دي او که شوني هم وي، څه ګټه نه لري. له دې درېيوڅيزونو يې، يوه ته سترګې نيولي دي:

١-پرښتې ورشي؛ خو پوه دې شي، چې پرښتې به له عذاب سره ورشي[623].

٢-پخپله پالونکى ورشي او په خپلو سترګو الله تعالی وويني. ښايي د پالونکي له ورتلو مطلب د قيامت د ورځې رارسېدل وي، چې پکې د کافرانو له سترګو پردې لرې کېږي او نړۍ پال ټولو ته د جمال او کمال په ځانګړنو ښکاري؛ يعنې توحيد، پوهه او ځواک يې داسى ښکاري، چې څوک نټه ترې کړاى نشي، که مطلب دا وي؛ نو طبيعي ده، چې پردې ورځ به ايمان څه ګټه ونه لري.

٣-د الله تعالی هغو آيتونو ته سترګې پر لار دي، چې د قيامت خبر ورکوي. دا آيتونه احتمال لري، چې دوه څيزه وي: يو، د قيامت نښې[624] او بل، د قيامت د ورځې پېښې؛ لکه د پنځون دړي وړي کېدل، چې په دې حال کې هم هغوى چې مخکې ايمان راوړى نه و، څه ګټه به ونه لري[625].

((إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ =))

١٥٩ – درز؛ د الله تعالی لمانځو امتونو آفت: ددې آيت منځپانګه، د ټولو درز اچوونکيو په هکله يو عمومي حکم دی، هغه درز اچوونکي، چې د الله تعالی په بندګانو کې ډول ډول بدعتونه او نوښتو نه، د نفاق او مړغندۍ – اختلاف تخم شيندي؛ که دا ډول کسان په تېرو امتونو کې وي که په دې امت کې وي. که وګورو، چې د اهل بيتو او همدغسې د اهلسنتو په رواياتو کې راغلي، چې دا آيت ددې امت بې لاريو، درز اچوونکيو او نوبنسټګرو ته اشاره ده؛ نو د وينا يو مصداق دى؛ ځکه که دا مصداقونه ويل شوي نه واى؛ نو شونې ده يو شمېر وانګېري، چې منظور يې يوازې نور دي او ځان به سپينوي. تردې آيت لاندې له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت کې لولو: ((دا آيت هغو ته اشاره ده، چې له اميرالمؤمنين نه جلا شوي او په بېلابېلو ډلو وويشل شول)) او دا حقيقت هغه روايتونه هم تاييدوي، چې پکې د اسلام رسول الله(ص) ددې امت د ټوټه ټوټه کېدو وړاندوينه کړې ده[626].

((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ =))

١٦٠- ((لس)) د ((يو)) په بدل کې: حضرت ابوذر غفاري (رض) وايي: صادق مصدق (پېغمبر صلى الله عليه وآله وسلم) وويل: ((الله تعالی وايي: ښه چار دوه ګرايه درکوم او پرې ورزياتوم يې هم، او بديو ته يوازې يو ګرايه سزا ورکوم يا يې بښم؛ نو پر هغوى دې افسوس وي، چې يو يې پر لسو(؛ يعنې ګناهونه يې، چې يوګرايه کښل کېږي، پر نېکيو، چې لس ګرايه شمېرل کېږي) ورزيات شي[627].

 

سورة الاعراف

د اعراف سورت ټوليزه منځپانګه:

په پيل کې يې د مبدا او معاد موضوعاتو ته لنډه او ټينګه اشاره کړې. بيا يې د انسان د وګړې بيا ژواکۍ ته، په پوره اهميت یې د آدم د پنځون کيسه راسپړلې او ورپسې يې هغه تړونونه شمېرلي، چې د ښيون او سمونې په لار کې الله تعالی له بنيادمو اخستي دي. بيا يې د توحيد، عدالت او پرهېزګارۍ له بهيره د اوړېدلیو قومونو اوهم د رښتینو مؤمنانو د بريا د ښوونې لپاره د حضرت نوح، حضرت لوط او حضرت شعيب عليهم السلام پېغمبرانو په څېر د تېرو اقوامو حالات بيان کړي او د بني اسراييلو اوږده کيسه او له فرعون سره يې د حضرت موسى علیه السلام د مبارزې ياد ورغوټه کړى دى. د سورت په پاى کې بيا د مبدا او معاد موضوعاتو ته ورستون شوى دى [628].

((اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن 1رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ =))

٢-رسول الله(ص) ته ډاډېينه: د آيت دا برخه ((كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلاَ يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ)) رسول الله(ص) ته ډاډېينه ورکوي، داچې آيتونه د الله تعالی له لوري دي؛ نو نه ښايي هېڅ ډول کښانده او سودا وکړي؛ نه له دې اړخ، چې پر اوږو يې د رسالت دروند پېټى اخستى او نه د ځېلي او سرسختو دښمنانو د غبرګون له لوري او نه د هغې پايلې له اړخ، چې ددې رسالت له تبليغ ځنې راوځي. ددې په پامنیوي، چې يو مکي سورت دى؛ نو کو مې ستونزې، چې رسول الله ته پرتې وې، پوره پوهېدوني دي. که څه موږ نن په سختۍ د مکې په چاپېريال او د اسلام په پيلامه کې د رسول الله او يارانو د ژوند ټول جزيات انځور کړو (؛ خو) ددې حقيقت په پامنيوي، چې رسول الله(ص) بايد په لنډه موده کې، په ټولو اړخونو کې په هغه فوق العاده روسته پاتې چاپېريال کې يو انقلابي ټوپ رادبره کاوه؛ نو په لنډو يې په مخ کې دپرتوستونز و پر اړخونو پوهېداى شو؛ نوځکه پرځاى ده، چې الله تعالی ډاډېينه ورکړي، چې تشويش و نه لري او د خپل چار پايلې ته پوره هيلمن وسي[629].

((وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ =))

٨- په قيامت کې د کړنو سنجونه: په قيامت کې د سنجونې او د کړسنجونې د وزلې په پاب ډېرې خبرې شوي دي؛ خو پام مو وي، چې نه ښايي همېشه د کلمو د پوهېدو لپاره د خپلې زمانې په عيني بېلګو پسې ولاړ شو؛ بلکې بايد مفاهيم د پايلو له اړخ وڅېړو. توضيح دا په تېرو کې به د څراغ نامه اخستل کېده؛ نو سملاسي به په ذهن کې ډيوه انځورېده حال دا نن د چراغ په هکله بل ډول پوهېدنه لرو؛ د ډېوې په څېر نه دى، چې په يو لوښي کې تيل يا غوړي واچول شي او فلته پکې کېښوول شي او د هوا د تنظيم لپاره يې پر مخ پوکڼۍ جوړې کړي؛ خو د ننني او پروني چراغ موخه اوپايله يوه ده؛ يعنې يوه وزله ده، چې تياره له منځه وړي. ميزان (تله) هم همدغسې دى. مثلاً په همدې نړۍ کې وينو، چې د وخت په تېرېدو، تلې څومره بدلې شوي او ان د ميزان اصطلاح نورو وسايلو؛ لکه ترماميتر او ميزان الحرارې (دماسنج) ته هم کارېږي؛ نو دا څرګنده ده، چې په قيامت کې د انسان کړنې په ځانګړې وزلې سنجول کېږي او نه په دنيوي تلو. او دا وزلې به پېغمبران، امامان او صالح وګړي وي. دا مطلب له اهل بيتو عليهم السلام څخه په رارسېدلیو رواياتو کې ښه ليدل کېږي. له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((په قيامت کې د سنجش تلې، پېغمبران او وصيان يې دي)) په بل روايت کې لولو: ((اميرالمؤمنین او د ځوځات امامان يې د سنجش تلې دي)) په واقع کې د نړۍ بېلګه نارينه او ښځې، د انسانانو د کړنسنجونې تلې دي او چې څوک څومره ورته والى ورسره لري، درانه اوارزښتمن دي او چې څوک ترې پردي وي، کم وزنه یاه بې وزنه دي[630].

((قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ= ))

١٢- د ابليس پېسمني/ غرور: له دې آيته ګټنه کېږي، چې ته وا ابليس ګڼله، چې اور پر خاورې غوره دى او دا يې يوه ستره تېروتنه وه. داهم ښايي، اشتباه يې نه کوله او اګاهانه يې دروغ ويل؛ ځکه پوهېږ و، چې خاوره، د ډول ډول برکاتو، ټولو حياتي توکیو سرچينه او د ژوندي موجوداتو ژوندغځېدانې ته خورا مهمه وزله ده؛ حال دا اور داسې نه دى. پردې سربېره، د آدم امتياز په دې کې نه و، چې له خاورې دى؛ بلکې آريز امتياز يې د انسانيت روح، د خلافت مقام او د پالونکي استازولي وه؛ نوځکه که د فرض له مخې، د شيطان ړومبۍ ماده له خاورو غوره وي؛ نو دليلېداى نشي، چې د آدم د پنځون (چې الله تعالی روح او عظمت ورکړى او د پالونکي د استازيتوب مقام يې پر برخه دى) پروړاندې سجده او خضوع و نه کړي. په ظاهره شيطان پردې ټولو مطالبو پوهېده؛ خو يوازې ښاڅمني (تکبر) او ځانمني يې مخه ونيوه او دا ټولې هسې پلمې وې[631].

((قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ =))

١٣- د ابليس د تکبر له پايلو عبرت اخستل: له دې آيته ښه څرګندېږي، چې د شيطان ټولې بدمرغۍ له تکبره يې راولاړې شوې وې. حضرت علي کرم الله وجهه د کبر او غاورتوب په غندنه کې ويلي: ((له ابليس سره د الله تعالی له کړې معاملې عبرت واخلئ. د هغه ټول ښه کړه وړه او هڅې يې بې ثمره او توىې کړې. ابليس شپږ زره کاله د الله تعالی بندګي وکړه؛ خو يو ساعت يې تکبر وکړ. تر ابليس روسته څوک شونى دى، چې د پالونکي پروړاندې له دې ډول سرغړونو بچ شي؟ سبحان الله، الله تعالی د هغه کړنې له لامله انسان جنت ته نه بوځي، چې په پار يې، يوه پرښته ترې راشړلې وه [632].))

((ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ =))

١٧-شيطان له څلورو خواوو په کمين کې دى: دا آيت د شيطان له خولې وايي، چې څرنګه انسانانو ته په څارځي کې ناست دى او له څلورو لوريو ورځي او وسوسه کوي يې؛ البته څرګنده ده، چې دا څلورګوني لوري، مادي نه؛ بلکې مانیز لوري دي؛ لکه چې ((صراط مستقيم)) هم مادي لار نه ده. له قرآن حکیمه ګټنه کېږي، چې له مخې يې مطلب، هغه خوندورې يا ترخې پېښې دي، چې په ګانده کې به انسان ته ورپېښې شي، دا ډول پېښې د انسان څارځى کېداى شي. هغه هيلې، چې انسان يې ګناهګار کړى نه وي او هغه موهومي ډارونه، چې انسان يې له خير او نېکمرغۍ اړولى نه وي؛ لکه له نېستۍ ډار، چې انسان له نفقې ورکولو منع کوي او د خلکو له ټپسورۍ ډار، چې انسان د خير او ثواب له چاره منع کوي.

له شانه مطلب، د انسان اولاده او ځوځات دى؛ ځکه انسان انګېري، چې پايښت يې د هغوى په پايښت پورې تړاو لري او د ځان ښادي او خپګان يې د اولادې په ښادۍ او خپګان پورې اړه لري؛ نوځکه په حلالو او حرامو ورته شتمني راټولوي او ځان د اولادونو د دنیوي ژوند په پار دوزځي کوي. له ښي لوري مطلب، د انسان مثبت اړخ؛ يعنې دينوالي ده. شونې ده شيطان له دې لارې راننووځي او انسان ته په ځينو ديني چارو کې مبالغه او افراط وپسولي او د داسې چارو کولو ته يې اړباسي، چې الله تعالی فرض کړي نه دي او له دې لارې يې دوزخي کوي. له کيڼ لوري مطلب، بې دیني ده. شونې ده شيطان د شهوت او غوسې له لارې راننووځي او انسان شهوتپالنې او د ګناهونو کولو ته اړباسي او له دې لارې يې جهنمي کړي. تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیهڅخه په راغلي روايت کې، پورته وينا تصديق شوې: ((له مخې ورځم))؛ يعنې آخرت يې په پام کې بې ارزښته کوو او((له شاځنې))؛ يعنې د شتمنۍ د راټولولو او د فرضي حقوقو د نه ورکړې حکم ورته کوم، چې وارثينو ته يې پاتې شي او((له ښي خوا))؛ يعنې دين يې په دې ويجاړوم، چې بې لارېتوب ورپسولم او شبهې ورته ښکلې انځوروم او ((کيڼ لورى))؛ يعنې دنيوي خوندونه به يې ښه راځي اوپر زړونو يې شهوات لاسبروم [633].))

((قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ =))

۲۳- د حضرت آدم علیه السلام پاکلمنتوب: ددې آيتونو له مخې، آدم علیه السلام د الله تعالی امر و نه مانه او ممنوع ونې ته ورنژدې شو او ترې يې وخوړه. بلخوا پوهېږو، چې هغه يو الهي پېغمبر و او پېغمبران پاکلمني دي او بيخي ګناه نه کوي؛ نو ايا آدم علیه السلام ګناه وکړه که نه؟مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې ګناه دوه ډوله ده: مطلق ګناه او نسبي ګناه. مطلق ګناه، د الله تعالی له پرېکوني امر سره مخالفت دى او د فرضو هر ډول پرېښوول او د حرامو کول رانغاړي؛ خو نسبي ګناه (ترک اولى) داده، چې يو ستر شخصيت يو ناحرام چار وکړي، چې له مقام سره يې نه ښايي. شونې ده، کله يو مباح ان مستحب چار د سترو وګړيو له مقام سره نه ښايي؛ نو په دې حال کې، ددې کړنې کول، نسبي ګناه شمېرل کېږي. د بېلګې په توګه، که يو مؤمن او شتمن د نېستۍ له منګولو د ژغورنې لپاره، نشتمن ته، ډېر لږ خيرات ورکړي؛ نو ګناه يې کړې نه ده او ان مستحب چاريې کړى؛ خو ته وا ګناه يې کړې ده. يا که د الله تعالی کوم ولي بې توجه لمونځ وکړي؛ نو ټپسورېږي؛ خو شونې ده، همدا لمونځ عادي انسانانوته ښه او مناسب وي. له ممنوع ونې د آدم نهې تحريمي نهې نه وه؛ بلکې له يوې ((ترک اولى)) نهې وه؛ خو د آدم علیه السلام موقعيت ته په پامنيوي، با اهميته انګېرل کېده او له دې نهې سره مخالفت د الله تعالی له لوري د هاغسې سزا لامل شو. دا احتمال يې هم ورکړى، چې له ممنوع ونې د آدم نهې پخپله د آدم د ارامۍ په پار و، که نه ورنژدېدل، څه ګناه نه شمېرل کېده او له آره خو پر هغه مهال هډو څه مکلفيت نه و، چې سزا او ثواب مطرح شي، کټ مټ؛ لکه له زيانمنو خوړو د طبيب نهې. شک نشته که رنځور د طبيب له لارښوونې سره مخالفت وکړي؛ نو له خپل ډاکتر سره يې مخالفت کړى نه دى؛ بلکې د هغه لارښوونه يې ناليدې ګڼلې ده او ځان يې پر کړاو کړى دى. د آدم په داستان کې هم الله تعالی ورته ويلي وو، چې له ممنوع ونې دخوړو پايله، له جنته وتل او پرکړاو او رنځ اخته کېدل دي؛ نوله ونې خوړل، ګناه نه؛ بلکې د الله تعالی سپارښتنې ته بې پامي وه، چې پايله يې د ځمکې پرمخ پرکړاواخته کېدل دي[634].

((يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ= ))

٢٦-تقوى غوره جامه ده: ظاهري جامې د انسان عورت پټوي او ورپسې وايي، چې تردې ظاهري جامو غوره؛ باطني جامې دي؛ هغه جامې، چې د انسان باطني بدي پټوي، هماغه بدي، چې له رابرسېرېدو يې ډارېږي، چې دا جامې؛ ځان ساتنه او تقوا ده، چې الله تعالی يې امر کوي. ښکاره ده، کومه خواري او رسوايي، چې د انسان د ظاهري او برسېرنو بديو راولاړېږي، د انسان د باطني بديو د رابرسېرېدو د خوارۍ هومره نه دي؛ ځکه د باطني بديو رابرسېرېدل، له الهي غوسې او د الله تعالی د اور له بلېدوسره مساوي دي؛ نوځکه باطني جامې او تقوى د انسان تر ظاهري جامو غوره دي. تردې آيت لاندې له امام باقررحمة الله علیهڅخه په يو روايت کې، ((عفت)) د تقوى د جامو يو مصداق ښوول شوى دى: ((عفت د تقوى جامې دي. د باعفته انسان عورت بيخي راښکارېږي نه؛ که څه جامې يې اغوستې نه وي؛ خو ګناهګار، خپل عورت راښکاره کوي، که څه جامې يې اغوستې وي[635]))؛ يعنې متقي په هېڅ شرايطو کې خپل عفت له لاسه نه ورکوي او عفاف يې له تن سره غوټه شوى دى؛ ان که مناسبې جامې يې اغوستې نه وي. بې عفته او بې حيا انسان، په هرو شرايطو کې بې حيا دى؛ که څه رنګارنګ جامې يې اغوستې وي.

((يَا بَنِي آدَمَ لاَ يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لاَ تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ=))

٢٧-شيطان څارئ: الله تعالی په دې آيت کې ټولوانسانانو ته وايي، چې يوازې د تقوا په جامو مو باطني بدي پټېږي؛ هماغه جامې، چې په فطرت کې مو شته؛ نو هسې نه شيطان مو وغولوي او دا جامې درنه وباسي؛ لکه چې ستاسې د موروپلار جامې يې وایستې، چې خپلې بدۍ يې وروښيي. دلته راڅرګندېږي، څه چې شيطان له آدم او مېرمن سره يې وکړل، د انسانانو له ارواوو ځنې د جامو را ایستو يوه بېلګه ده. هو! هر څوک چې تر هغې غولېدلى نه وي، د نېکمرغۍ په جنت کې دى؛ خو چې وغولېد، الله تعالی يې ترې راباسي[636].

((يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ= ))

٣١-جومات ته په ښکلیو جامو کې ځئ: شونې ده د آيت سپارښتنه هم ظاهري ښکلا ته وي (؛ لکه د پاکو جامو اغوستل، د وېښتانو ګومنځول، د عطر کارول او. . . . ) او هم مانیزې ښکلا ته (؛ يعنې انساني صفات، اخلاقي ملکات، پاک نيت او اخلاص.) په ځينو روايا توکې د اخترونو او د جمعې د ورځې لمونځونه د ښکلا څرګند مصداقونه ياد شوي دي. د امام حسن مجتبى (رض) په ژوند ليک کې لولو، چې لمانځه ته به پاڅېد؛ نو ښې جامې يې اغوستې. په دې اړه وپوښتل شو؟ و یې ويل: ((الله تعالی ښکلى دى او ښکلا خوښوي او زه ځان خپل پالونکي ته سينګاروم؛ ځکه ويلي يې دي: ((چې جومات ته ځئ؛ نو له ځان سره خپله ښکلا واخلئ)) خو افسوس، چې په يو شمېر مسلمانانو کې دود ده، چې جومات ته په چټلو يا زړو يا د کور په ځانګړو جامو کې ورځي؛ خو دا آيت او په دې هکله راغلي روايات سپارښتنه کوي، چې جومات ته به په ښکلو جامو کې ورځئ[637].

٣١-اسراف او ډېرخوري منع ده: اسراف؛ يعنې په هر چار کې له بریده ورتېرېدل دي، که څه د ډېر لګښت په باب کارېږي. د آيت دا لنډه غونډله، يوه خورا مهمه روغتيايي سپارښتنه ده. د پوهانو څېړنې دې پايلې ته رسېدلي، چې ډېرخوري، د ډېرو رنځوريو سرچينه ده. روايت شوى، چې هارون الرشيد، يو مسيحي طبيب درلود، چې په طب کې په ځيرکۍ مشهور و. يوه ورځ يې يواسلامي عالم ته وويل: په آسماني کتاب کې مو د طب په هکله څه نه موم؛ حال دا ګټوره پوهه دوه ډوله ده: د دين علم او د بدن علم. په ځواب کې يې وویل: الله تعالی د خپل کتاب په نيم آيت کې ټولې طبي سپارښتنې راوړي، دي: ((وکلوا واشربواولاتسرفوا)) رسول الله(ص) مو هم په دې سپارښتنه کې طب رالنډ کړى دى: ((معده د ګردو رنځوريو ځاله ده او امساک د ټولو درملوپه سر کې دى او چې بدن دې له کوم (سم)عادت سره روږدکړى، ترې يې مه سپموه)) مسيحي طبيب، چې داخبره واورېده، و یې ويل: ((قرآن حکیم او پېغمبر مو جالينوس (مشهورطبيب)ته څه طب ورپرېښى نه دی[638].))

٣١-په لګښت کې له اسرافه نهې: له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى دی ((ايا انګېرئ، الله تعالی چاته (شتمني) ورکړې ده؛ نو دده به يې عزت کړى وي. ييا يې، چې له چا منع کړې او ورکړې يې نه ده؛ نو يې خوار کړى دى؟ نه! داسې نه ده؛ بلکې شتمني د الله تعالی ده، چې يو چاته يې په امانت ورکړي او اجازه يې ورکړي، چې په منځلارۍ او بې اسرافه يې وخوري، وڅښي، واغوندي، واده وکړي، د سورلې وزله ولري او تردې زيات دې مؤمنو فقيرانو ته ورکړي، چې تنګسه يې لرې شي؛ نو که څوک دغسې خوراک، څښاک، سورېدل او واده کول کوي؛ نو پرې حلال دي او که څوک ترې پښه اړوي (او اسراف کوي)؛ نو دا پرې حرام دي، اسراف مه کوئ، چې لګښتيان د الله تعالی نه خوښېږي[639].))

((إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُواْ عَنْهَا لاَ تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاء وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ =))

٤٠-د اسمان ورونه: له رسول الله (ص) نه په يو روايت کې راغلي دي: هغه مهال، چې مؤمن بنده له نړۍ جلاکېږي او آخرت ته مخ کوي؛ نو له اسمانه پرې سپين مخې پرښتې راکوزېږي، چې څېرې يې د لمر په څېر ځلېږي او جنتي کفنونه او خوشبويه عطر ورسره وي او پروړاندې يې تر هغه ځايه کېني، چې سترګې يې ويني. ورپسې د مرګ پرښته راځي او پر بالښت يې کېني او وايي: پاکې ساه! د الله تعالی بښنې او خوشحالۍ ته راووځه؛ نو ساه يې له بدنه داسې راووځي؛ لکه اوبه، چې د خيګ له خولې راوځي؛ که څه تاسې ځنکدن بل ډول وينئ، چې کله يې ساه واخلي؛ نو بې درنګه يې په جنتي کفن او حنوط (خوشبويه عطر) کې ږدي او داسې ښه بوى ترې راخېژي، چې د نړۍ تر خورا خوشبويه مشکو غوره وي.

بيا يې پورته خېژوي او د پرښتو له هرې ډلې، چې تېرېږي، پوښتي: دا د چا پاک روح دى؟ وايي: د پلاني دى او پر هغه غوره نامه يې يادوي، چې په نړۍ کې يې ياداوه، تردې چې د دنيا اسمان ته وررسي او پرانستل کېدل يې غواړي. د اسمان ور پرانستل کېږي او د هر اسمان مقربان يې تر بل اسمانه بدرګه کوي، چې اووم اسمان ته ورسي. دا مهال الله تعالی تعالى وايي: په عليین (خورا پورته مرتبې) کې مې د بنده کړنليک وليکئ او پخپله يې ځمکې ته ورستون کړئ؛ ځکه دوى مې له ځمکې راپنځولي او ورستنوم يې او (بل ځل) ورپسې دوه پرښتې ورځي او ورسره کېني او وايي: پالونکى دې څوک دى؟ وايي: ((الله)) مې پالونکى دى. وايي: پر کوم دين يې؟ وايي: اسلام مې دين دى. ورپسې وايي: درلېږل شوى سړى څوک دى؟ وايي: د الله تعالی پېغمبر دى. وايي: څه پوه شوې، چې د الله تعالی پېغمبر دى؟ وايي: د الله تعالی کتاب مې ولوست، ايمان مې پرې راووړ او تصديق مې کړ. بيا منادي (غږ کوونکى) له اسمانه غږ کوي: بند ه مې رښتيا وويل، له جنته فرش او جامې وروړئ او د جنت يو ور ورپرانځئ، چې ښه بوى او نسيم يې پرې ولګي، بيا يې قبر د سترګو د ليد هومره پراخېږي. يو ښکلى؛ خوش لباسه او خوشبويه وګړى ورځي او وايي: د هماغې څيز زېرى درباندى، چې پرې خوشحالېږې! دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه يې درکول شوې وه. ترې پوښتي: ته څوک يې، چې له سر او مخ دې خير او خوبۍ راورېږي؟ ورته وايي: زه دې صالح عمل يم؛ نو وايي: پالونکيه! قيامت کړه، قيامت کړه، چې خپلې کورنۍ او شتمنۍ ته ورسم. (تردې روسته) رسول الله(ص) وويل: چې د کافر بنده آخرت ته مخ شي او له نړۍ د جلا والي په حال کې وي، تورمخې پرښتې له ځيګو ټغرونو سره پرې راکوزېږي او ترڅنګ يې تر هغه ځايه کېني، چې سترګې کارکوي. بيا د مرګ پرښته راځي او پر بالښت يې کېني او وايي: چټلې ساه! د الله تعالی له لوري غوسې ته راووځه. بيا يې ساه له تنه داسې راباسي او اخلي؛ لکه ګومنز، چې له لمدې وړې ډکي اوغځلي راباسي. بيا يې بې درنګه په ځيګ کفن کې ږدي او بيا دومره بدبوى ترې خېژي چې په ځمکه کې به تر هرې مردارې بدبویه وي او د پرښتو له هرې ډلې، چې تېرېږي؛ نو پوښتني: د چا ده دا چټله ساه؟ وايي: دادپلاني ساه ده او په نړۍ کې يې چې په خورا ناوړه نامه يادوه، پر هماغې يې يادوي. تردې چې د نړۍ اسمان ته رسي. پرانستلېدل يې غواړي او ورونه يې نه پرانستلېږي. بيا رسول الله (ص) دا آيت ولوست: ((د اسمان ورونه ور پرانستلېږي نه)) الله تعالی وايي: کړنليک يې په سيجين (خورا ټيټې مرتبې) د ځمکې په خورا کوزنيو پوړيو کې وليکئ؟ روح يې په ذلت او خوارۍ راګوزاروي. . . ، بيا منادي له اسمانه غږ کوي: بنده مې دروغ وويل! اورين ټغر وروغوړوئ او د جهنم يو ور ورپرانځئ، چې تودوښه او وژونکي بادونه يې پرې ولګي. بيا قبر دومره ورتنګېږي، چې اوږې يې ماتېږي. دا مهال بدرنګ، بدلباسه او بديويه سړى ورځي او وايي: د هغه زېرى دې درباندې وي، چې تا ځوروي. دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه يې درکول کېده. کافر ترې پوښتي: ته څوک يې، چې له سر او مخ دې شر ورېږي؟ ورته وايي: زه دې بد عمل يم؛ نو وايي: پالونکيه! قيامت مه راوله[640].

((وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُواْ نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ=))

٤٤- علي کرم الله وجهه ؛ د قيامت مؤذن: تردې آيت لاندې له امام رضا رحمة الله علیه نه په يو روايت کې راغلي دي: ((هغه مؤذن او غږ کوونکى، د مؤمنانو امير؛ علي کرم الله وجهه دى.)) همداراز له ابن عبا س (رض) نه روايت شوى دى: د الله تعالی په کتاب کې علي کرم الله وجهه ته داسې نامې دي، چې خلک پرې نه پوهېږي؛ چې يو يې ((مؤذن)) دى، چې په دې آيت کې راغلى دى. غږ به کړي: ((پر هغوى دې د الله تعالی لعنت وي، چې زما ولايت يې دروغ وګاڼه او زماحق ته يې ټيټ وکتل [641].))

((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ =))

((وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاء أَصْحَابِ النَّارِ قَالُواْ رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =))

((وَنَادَى أَصْحَابُ الأَعْرَافِ رِجَالاً يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُواْ مَا أَغْنَى عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ =))

((أَهَـؤُلاء الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لاَ يَنَالُهُمُ اللّهُ بِرَحْمَةٍ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ =))

٤٦تر٤٩ – اعراف؛ د جنت پر لار سخت پېچومى: د آيتونو او رواياتو له ټولګې ګټنه کېږي، چې اعراف؛ د جنت پر لار يو سخت غاښى او ستونزمن پېچومى دى. طبيعي ده، چې ځواکمن او پياوړي وګړي -؛ يعنې صالحان او پاکان- په بيړه ترې تېرېږي؛ خو کومو وګړيو، چې ښه او بد سره ګډ کړي، په دې لار کې پاتې او پر سختۍ اخته کېږي. همداراز طبيعي ده، چې د ټولنې پالندويان او د قوم مشران، په سختو غاښو کې تمېږي، چې د کمزوريو مؤمنانو لاسنيوي ته وردانګي او هغوى چې د ژغورنې وړ دي، و يې ژغوري؛ لکه چې د پوځ بولندويان په لښکر پسې روان وي، چې ګردسره پوځيان تېر شي؛ نوځکه په اعراف کې دوه ډلې دي: کمزوري او هغه ګناهګاران، چې په رحمت کې دي او هغه ستر مشران، چې په ټولو حالاتوکې د کمزوريو مرستندويان دي. ځينې روايات هم دا مطلب تاييدوي. په دې باب امام صادق رحمة الله علیه ويلي دي: ((اعراف، د جنت او دوزخ ترمنځ يوه غونډۍ ده او امامان هغه سړي دي، چې پر اعراف د (خپلو ګناهګارو) لارويانو ترڅنګ تمېږي؛ حال دا (نږه) مؤمنان بې حسابه په جنت کې دي. بيا امامان خپلو ګناهګارو لارويانو ته وايي: خپلو ايمانوالو روڼو ته ښه ووينئ، چې بې حسابه يې جنت ته وځغاستل او دا هماغه دي، چې الله تعالی وايي: ((پر تاسې دې سلامتي وي؛ خو جنت ته ننوتي نه دي؛ خو هيلمن يې دي)) بيا ورته ويل کېږي: دښمنان مو ووينئ، چې په اورکې دي او دا هماغه دي، چې الله تعالی وايي: ((او چې سترګې يې پر دوزخيانو ولګي، وايي: پالونکيه! له ظالمانو سره مو مه يوځاى کوه. . .)) ورپسې دوزخيانو ته وايي: دا (ګناهګار لارويان) هماغوى دي، چې ويل مو، په الهي رحمت کې به را و نه نغاړل شي (؛ خو الهي لورنې پرې وشوې) او د ګناهګارانو دې ډلې ته (چې د ايمان او صالح کړنو په پار يې د بښنې وړتيا موندلې ده) د امامانو له لوري امر کېږي، چې: جنت ته ورننووځئ، چې نه پکې درباندې وېره وي او نه خپګان[642].)) له رسول الله(ص) څخه په يوه راغلي روايت کې لولو: ((الله تعالی په قيامت کې ټول خلک راټولوي، بيا جنتيانو ته امر کېږي، چې جنت ته ورشئ او دوزخيانو ته امر کېږى، چې دوزخ ته ور روان شي. بيا د اعراف اصحابو ته ويل کېږي: څه ته سترګې پر لار ياست؟ وايي: (پالونکيه!) ستا حکم ته سترګې پر لار يو؛ نو ورته ويل کېږي: نېکيو مو دوزخ ته له ورتلو ژغورلي ياست؛ خو ګناهونه مو جنت ته د ورتلو خنډ شوي دي، اوس نو په بښنې او لورنې مې جنت ته ننووځئ))؛ البته جنت ته د ورتلو لامل يې په اعراف کې د سپارښتګرو او الهي نارينه و شفاعت او سپارښت دى. په بل روايت کې لولو، چې رسول الله(ص) د اعراف اصحابو په اړه وپوښتل شو. آنحضرت (ص) وويل: ((دوى هغه کسان دي، چې د الله تعالی په لار کې وژل شوي؛ حال دا د پلرونو خبره يې نه منله؛ نو شهادت يې په اور کې ورننوتو او سرغړونه يې جنت ته د ورننوتو خنډېږي او د جنت او دوزخ ترمنځ پر دېوال (او لوړه پراته دي. . .؛ نو چې الله تعالی د خپل مخلوق له حسابه فرغ شي او يوازې همدوى پاتې شي؛ نو په خپل رحمت کې يې رانغاړي او د الله تعالی په رحمت [او د پېغمبرانو او امامانو د سپارښتنې په رڼا کې ] جنت ته ننووځي[643].)) البته څرګنده ده، چې دا ډله شهيدان، د اعراف اصحابو يوه ډله ده.

((إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ=))

٥٤- په شپږو ورځو کې د نړۍ له پنځونه مراد: د قرآن حکیم مجيد په اوو آيتونوکې، په شپږو ورځو کې د هستۍ د پنځونې ويينه شوې ده. دلته داپوښتنه راولاړ ېږي، چې د ځمکې او اسمان له پنځون وړاندې خو شپه و ورځ نه وه، چې هستي پکې وپنځول شي او شپه و ورځ پر خپل چورلیځ د ځمکې له راچورلېد و او دلمر د رڼا پروړاندې رامنځ ته شوي دي. پردې سربېره، په شپږو ورځوکې د ګردې هستۍ پنځون؛ يعنې له يوې اوونۍ لږه موده کې، د علم پرخلاف يو څيز دى؛ ځکه علم وايي: له ميلياردونو کلونو روسته ځمکه او اسمان په اوسنۍ بڼه شوي دي.

خو د ((يوم)) کلمې پراخي مانا او په ځينو ژبو کې يې معادل ته په پامنيوي، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي؛ ځکه ډېر کېږي، چې ((يوم)) يو ((پېر)) ته کارېږي (؛ لکه په انګلیسی کې((time)) په عربي کې د ((یوم)) په څېر دی چې پر شواروز سربېره پېر او زمانې ته هم کارېږي)؛ که دا پېر او دوران يو کال وي که سل کاله يا يو ميليون يا ميلياردونه کلونه وي. د بېلګې په توګه، قرآن حکیم قيامت په ((يوم القيامة)) تعبير کړى؛ خو پوهېږو، چې د قيامت پړاوونه ډېر اوږد دي او له يو شمېر آيتونو ګټنه کېږي، چې د قيامت ورځ او د خلکو دکړنو شمېرنه، پنځوس زره کاله وخت نيسي. تردې آيت لاندې له يو امامه روايت دى: ((شپږ ورځې؛ يعنې شپږ پېره.)) په هر حال، له قراينو پايله اخستل کېږي، چې الله تعالی د ځمکې او اسمان ټولګه، په پرلپسې شپږو پېرونو کې پنځولې ده، که څه کله دا دورې ميليونونو يا ميلياردونو کلونو ته رسېدلي وي او اوسني علم ددې موضوع پرخلاف هېڅ ډول مطلب ويلى نه دى. احتمال لري، چې په اوډون به دا دورې لاندې وي:

١- ټوله هستي به د غاز يوه غړوسکه او ډېرۍ وه، چې پر خپل ځان له چورلېدو يو له بله جلاشوي وي او کرات به يې رامنځ ته کړې وي. ٢- دا کرات سوکه سوکه د ويلې؛ نوراني يا سړې او مېشتېدو ته وړ ډېر په یوه بڼه شول. ٣- له دې ډېريو ځينې يې، د دوراني حرکت له لامله، منظو مې جوړې کړې، چې يوه يې هم لمريز غونډال دى او ځمکه له لمره بېله شوه. ٤- ځمکه، سړه او ژوند ته چمتو شوه او اوبه پرې راښکاره شوې او سمندرونه رادبره شول.

٥- پرځمکه بوټي او ونې راښکاره شوې او خورا کي توکي چمتو شول. ٦- په ځمکه کې څاروي او انسان راوپنځېد[644].

٥٤- پنځون او امر: مفسرانو د پنځون، پنځون (خلق) او امر په هکله خبرې اترې کړې دي؛ خو په دې آيت او د قرآن حکیم په نورو آيتونو کې له شته لاسوندونو ګټنه کېږي، چې له پنځونه مطلب، ړومبى پنځون او له امره مطلب، هغه قوانين او نظامونه دي، چې د پالونکي په حکم په هستۍ کې واکمن دي او په خپل بهيرکې موجوداتو ته لارښوونه کوي. په حقيقت کې دا تعبير هغوى ته يو ځواب دى، چې انګېري، الله تعالی هستۍ پنځولې او پر خپل حال يې پرېښې او په يوه څنډه کې ناست دى[645].

((ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ =))

٥٥- د دعا کړدود: بېشکه له الله تعالی سره اړيکه او له معبود سره راز و نياز د وګړي او ټولنې په رغاونه کې مهمه ونډه لري. الله تعالی په دې آيت کې امر کوي، چې په دې دود به يې بلوو: ړومبى په پوره پاملرنې، تضرع، عاجزۍ او زارۍ؛ داسې چې الهي نامې او صفات په زړه او اروا کې منعکس شي. دويم په پټه او بې ځوږه، په پاک زړه او د زړه له کومي. پوه ورځ حضرت موسى علیه السلام يو تن وليد، چې د دعا لاسونه يې پورته کړي او په عاجزۍ له خدايه يو څه غواړي. موسى علیه السلام وويل: ((که اړتيا يې زما په واک کې وه؛ نو ورکوله مې)) الله تعالی وحې ورولېږله: ((زه تر تاپرې لورين يم، هغه مې بلي؛ خو زړه يې له خپل پسه سره دى. زه د هغه بنده دعا نه قبلوم، چې په زړه کې يې بې له ما (بل څوک) وي)) موسى علیه السلام سړي ته سپارښتنه وکړه او چې د زړه له کومي يې الله تعالی ته توجه وکړه، اړتيا يې پوره شوه [646].

((وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لاَ يَخْرُجُ إِلاَّ نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ =))

٥٨- له الهي لارښوونو په برخمنېدو کې د وړتياوو توپيرونه: دا آيت، يوې مهمې مسالې ته اشاره لري، چې په دنيوي او اخروي دواړو ژوندونونو کې څرک وهي، داچې د يوې موضوع ثمر رسېدو ته يوازې د فاعل فاعليت کافي نه دى؛ بلکې استعداد، قابليت او اوړتيا هم شرط ده. باران خو د الله تعالی رحمت او ژوند راټوکوي؛ خو همدا باران په يو ځاى کې شنيلي او ګل راټوکوي او په بل ځاى کې خس او خاشاک[647]. له رسول الله (ص) څخه په يو روايت کې راغلي دي: ((الله تعالی چې پر کوم هدايت او علم مبعوث کړی يم، مثال يې د يو سخت باران په څېر دى، چې پر يوې ځمکې وورېږي او ددې ځمکې يوه برخه اوبه جذب کړي او په پايله کې ډېر بوټي را زرغون کړي او بله برخه، چې ډاګ ده، اوبه ذېرمه کړي او خلک يې ترې وڅښي او ماړه شي او خپل کر پرې هم خړوب کړي؛ خو چې باران په لوړو او ډبرینو غرونو وورېږي، چې نه اوبه جذب او زېرمولاى شي او نه بوټي پکې راټوکېداى شي. خلک هم زما د دين پروړاندې درې ډلې دي: ځينې يې يادوي او خپله ستونزه هواروي؛ خو د نورو لاسنيوى نه کوي او څه ترې نورو ته نه ورزده کوي. ځينې هم خپله ترې برخمنېږي او هم يې نورو ته ورښيي. درېيمه ډله هغوى دي، چې نه يې په خپله زده کوي او نه يې نورو ته ورښيي [648].))

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ =

٥٩- توحيد؛ د پېغمبرانو ړومبى شعار: د توحيد شعار نه يوازې د نوح علیه السلام ؛ بلکې د ګردو الهي پېغمبرانو ړومبى شعار و؛ نوځکه دا شعار د همدې سورت په ګڼو آيتونو او د قرآن حکیم په نورو سورتونو کې هم د ډېرى پېغمبرانو د بلنې په پيلامه کې ليدل کېږي: ((ياقوم اعبدوا الله مالکم من اله غيره؛ زما قومه! الله ونما نځئ، چې يوازې هغه مو معبود دى[649])) له دې غونډلو ښه ګټنه کېږي، چې شرک او بوتپالنه د ګردو انسانانو د نېکمرغۍ په لار کې مهمترين اغزى دى او پېغمبران عليهم السلام دا د توحيد د بڼ بڼوال په انساني ټولنو کې د ډول ډول ګلونو او مېوه دارو ونو د روزنې لپاره تر هر څه وړاندې د همت ملا تړله، چې په خپلو رغاوونکيو ښوونو، دا مزاحم اغزي له جرړى راوباسي[650].

((وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُونَ =))

 ٦٥- پېغمبران علیه السلام ؛ د خلکو روڼه: د حضرت هود علیه السلام او همدغسې نورو الهي پېغمبرانو (؛ لکه نوح، صالح، لوط او شعيب عليهم السلام) په هکله د رور تعبير له دې لامله دى، چې دوى له خپل قوم سره د يو رور په توګه په زړه سواندۍ او مهربانۍ چلېدل او د دوى هدايت ته يې هره هڅه کاروله. دا تعبير هغوته کارېږي، چې ديو وګړي يا ټولنې په باب يې خورا زړه سواندي کړې وي. پردې سربېره، دا تعبير له يو ډول برابرۍ راولاړ شوى، چې هر ډول رياست غوښتنه او پر اوږو سورېدل نفې کوي؛ يعنې الهي نارينه و د خلکو د هدايت په باب هېڅ ډول داعيه نه درلوده؛ بلکې هغوى يې د بدمرغۍ له زخمې د ژغورنې لپاره، د الله تعالی لوري ته رابلل. په هرحال څرګنده ده، چې د ((اخاهم)) تعبير کله هم ((ديني رورۍ)) ته اشاره نه ده؛ ځکه غالباً دې اقوامو د خپلو پېغمبرانو سمونپالې بلنې و نه منلې[651].

((أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَاذكُرُواْ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاء مِن بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً فَاذْكُرُواْ آلاء اللّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =))

٦٩- دعاد قوم؛ ځواکمن او د پرمختللي تمدن خاوند: د ((وازدکم فى الخلق بصطة)) غونډله د عاد قوم جسماني غښتلتيا ته اشاره لري؛ ځکه د قرآن حکیم له ګڼ شمېر آيتونواو هم له تاريخه معلو مېږي، چې دوى پلن هډوکن او په تن غښتلي خلک وو، پرمخ تللى تمدن، اباد او شين ټاټوبى يې درلود. د فصلت سورت په (۱۵) آيت کې يې له خولې لولو: ((من اشد مناقوة؛ څوک تر موږ غښتلي دي)) د خپلو کړنوله لامله، چې پر کوم عذاب اخته شول، د ((حاقه)) سورت په (٧) آيت کې لولو: ((او تا به پ رهغه (وخت) خلک ليدلي واى، چې د کجورو[ د ورستو او تشو] ډډونو په څېر پر ځمکه پراته دي[652]!)).

((قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤكُم مَّا نَزَّلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ فَانتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ =))

٧١- له هود علیه السلام سره د بوتپالو مجادله: دا آيت د بوتانو نمانځنې ته د بوتپالو دليل ردوي. ويل يې، چې پلرونه يې بوتپالي او همداراز تر دوى خورا عقلمن وو؛ نوځکه بايد ورپسې ولاړ شو او بوتان ونمانځوو. حضرت هود علیه السلام يې په ځواب کې وويل: پلرونو مو ستاسې په څېر د بوتانو د خدايي لپاره سم دلايل نه درلودل. دا تاسې ياست، چې په خپلو لاسونو، ډبرې او لرګي توږئ او نامې پرې ږدئ، يو ته د نعمتونو د پرېمانۍ الله تعالی، بل ته د جګړې الله تعالی او درېيمي ته د سمندر یا وچې الله تعالی وايئ: دا بوتان بې ستاسې له نامې ايښوونې بل هويت نه لري او خدايي يې هم يوازې ستاسې په اوهامو کې ده. ايا په يو موټى اوهامو (چې پخپله مو پرې نامه ايښې ده) زما ادعا ځوابوئ، چې پر دليل او غوڅ برهان ولاړه ده؟ د((اسماء سميتموهاانتم واباؤکم ما نزل الله بها من سلطان)) غونډله، په قرآن حکیم کې څو ځل د بوتپالو مسلک د باطلولو لپاره راغلې، چې يو ډول خورا لطيف او دقيق ويل دي او د بوتپالو بوتپالنې ته څرګند دليل دى، چې کله مدعي خپلې ادعا ته دليل راوړاى نشي؛ نو د يو څيز تعريف او ښوونې ته بې له نامې ايښوونې او خيال او بدنې بل چاره نه لري او دا يو خورا څوګنده ناپوهي ده، چې انسان د دليل او برهان پروړاندې ځېل وکړي او په خيالي او موهومي تعريفونو ډډه ووهي[653].

((وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ هَـذِهِ نَاقَةُ اللّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللّهِ وَلاَ تَمَسُّوهَا بِسُوَءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

٧٣- د صالح علیه السلام اوښه: ناقه؛ اوښې ته وايي او د قرآن حکیم په اوو آيتونو کې د صالح علیه السلام اوښې ته اشاره شوې ده[654]. الله تعالی له غره د ثمود قوم ته راوايسته، چې د صالح علیه السلام نبوت ته يوه معجزه وي؛ نوځکه يې پر ناقه د ((الله)) کلمه ورزياته کړې: ((ناقة الله؛ دالله اوښه))[655]. دا اوښه د ثمود قوم ازمېښت ته د الله تعالی يوه ځانګړې استازې وه.

وَاذْكُرُواْ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاء مِن بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا فَاذْكُرُواْ آلاء اللّهِ وَلاَ تَعْثَوْا فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ =))

 ٧٤- د ثمود قوم؛ دوبی په بېدیاوو او ژمى په غرونو کې: له دې تعبيره په نظر رسي، چې د ثمود قوم په اوړي او ژمي کې په جلا جلا ځايونو کې وسېدل. په پسرلي او اوړي کې په پراخو او برکتي بېدياوو کې پر کرنې او شپونولۍ لګيا وو؛ نوځکه يې په بېدیاوو کې سوکاله او ښکلى کورونه درلودل او چې فصل به يې راټول کړ او يخني به پيل شوه؛ نو په غرونو کې به خپلو کورونو نه راستانه شول، چې دا کورونه يې په امن و امان ځاى کې او له توپانونو او نېزونو بچ وو او په ارامۍ پکې وسېدل[656].

((قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُواْ لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ قَالُواْ إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ =))

 ٧٥- د ملاء مانا: معمولاً ((ملاء)) هغه ټولي ته ويل کېږي، چې يوه ګروهه يې ځان ته ټاکلې وي او غونډه او ظاهري دبدبه يې سترګې مړوي؛ ځکه ددې لغت آريزه ماده د ډکولو پر ماناده. په قرآن حکیم مجيد کې ډېرى دا تعبير ځانمن ټولي ته کارول شوى، چې دباندې يې ښکلى او دننه يې چټل وي او په خپل شتون د غونډې بېلابېلې صحنې او ډګرونه ډکوي[657].

((قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ إِنَّا بِالَّذِيَ آمَنتُمْ بِهِ كَافِرُونَ =))

 ٧٦- کبرجن شتمن؛ د ټولنې زبېښوونکي: داچې همېشه کبرجنو اشرافو او ماړو د خپل ظاهري ځواک او شتمنۍ له لامله په ټولنه کې د مشرتوب ونډه درلوده؛ نو انګېرل يې، چې دا ځل به هم دکفر او بې ايمانۍ په څرګندولو نورو ته بېلګه شي؛ خو ژر په خپلو تېروتنو پوه شول او پام يې شوو، چې خلکو دا ځل پر الله تعالی د ايمان په رڼا کې؛ نوې وګړه او شخصيت موندلى او له انديزې خپلواکۍ او پياوړې ارادې برخمن شوي دي. په زړه پورې خوداچې، په دې آيت او مخکې آيت کې، بې ايمان اشراف، متکبر او مؤمن زيارکښ ولسونه، مستضعف نومول شوي دي. دا راښيي، لومړۍ ډله، ځانته په غاورتوب او ځانمنۍ او د ترلاس لاندې خلکو د حقوقو په لتاړولو داسې موقعيت ته رسېدلي، چې په نننۍ ژبه په زبېښوونکې پوړۍ او ترلاس لاندې پوړۍ يې په زبېښل شوې پوړۍ يادولاى شو[658].

((وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّن الْعَالَمِينَ =))

٨٠- د لوط نسب او تېرحال: ((فارابي)) د حضرت لوط علیه السلام په هکله وايي: ويل شوي، چې د لوط نامه عربي وه او آر يې لوط د نښلولو پر مانا ده. آنحضرت ځکه لوط ونومول شو، چې پخه خپلوي يې د حضرت ابراهيم علیه السلام له زړه سره ونښلېده. دا د هاران بن تارخ زوى؛ يعنې د ابراهيم علیه السلام وراره و.

الله تعالی په اردن کې پينځو ښارونوته ولېږه، چې ((مؤتفکات)) ونومول شول او له قومه يې هېچا پرې ايمان را نه وړ او خپلو ناوړو کړنو ته يې شا نه کړه[659]. د قرآن حکیم له آيتونو هم ګټنه کېږي، چې لوط علیه السلام پر حضرت ابراهيم علیه السلام ايمان راووړ او د شاماتو سپېڅلي ټاټوبي ته يې مهاجرت ورسره وکړ او بيا هغه قوم ته ورولېږل شو، چې په لومړي ځل يې د همجنسپالۍ ناوړه ګناه وکړه. د تاريخ د روايت له مخې، دا قوم د ((روم)) په سيمه کې وسېده؛ نوځکه خپل قوم يې، چې ګواښه، په ځواب کې يې وويل: ((د لوط کورنۍ له خپلو کليو وباسئ. . .))؛ ځکه ددې ټاټوبي وسېدونکي نه وو. په پاى کې الله تعالی په خپلې پېرزوينې، بې له مېرمنې يې، لوط علیه السلام او کورنۍ يې وژغورله او الهي پرښتو، پرې کاڼي وورول او ټاټوبى يې ورته لاندې باندې کړ[660].

((وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُواْ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ =))

٨٢- تردې چې پاکلمني ګناه ده: دا خو څه هېښنده چار نه دى، چې يوه ګناهګاره ډله پاکلمني د پاکلمنۍ په تور له ځانه وشړي. دوى دغسې وګړي د خپلې شهوتپالنې خنډ بولي او په نظر يې د پاکلمنو د وياړ او قوت ټکي، کمزوري، عيب او نيمګړتيا وه. د ((انهم اناس يتطهورون؛ دوى داسې خلک دي، چې پاکلمني غواړي)) په تفسير کې دا احتمال هم شته، چې د لوط قوم غوښتل لوط علیه السلام او لارويان يې پر ځانښووني او ريا تورن کړي[661].

 له دې آيته دا هم ګټنه کېږي، هغوى چې د دين د تبليغ مهم چار پر غاړه اخلي او پر نېکيو امر او له بديو منع کوي؛ نو نه ښايي، له الهي دينه دې د خلکو له بې توجهۍ او بې پامۍ ستړى او پښېمانه شي؛ ځکه په هر وخت کې دا غبرګون و. حضرت نوح علیه السلام خلک نهه سوه او پنځوس کاله الله تعالی ته وروبلل او يوازې خورا لږو ایمان پرې راووړ. لوط علیه السلام له دېرشو کلونو بلنې روسته بې له خپلې مېرمنې، يوازې خپله کورنۍ سمې لارې ته سيده کړه. الله تعالی هم د سبا سورت په ١٣ آيت کې ويلي: ((وقليل من عبادى الشکور؛ او له بندګانو مې ډېر لږ شکرايستونکي دي [662].))

((فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلاَّ امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ =))

 ٨٣ – د لوط علیه السلام مېرمن: د قرآن حکیم له آيتونو پوهېدل کېږي، چې د لوط علیه السلام مېرمن د نوح علیه السلام د مېرمن په څېر کافره او ګناهګاره وه، چې پر خپل مېړه يې ايمان را نه وړ او بلکې خيانت يې ورسره وکړ. د تحريم سورت په لسم آيت کې لولو: ((الله تعالی کافرانوته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړي (چې) دا دواړه مې له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نکاح لاندې) وې؛ خو له دواړو سره يې خيانت وکړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيکو يې (د الهي عذاب په مقابل کې) څه ګټه ور ونه رسوله او وویل شول: له نورو ننوتونکيوسره اور ته ورننوځئ)) داچې د لوط مېرمن له خپل مېړه سره څه خيانت يا خيانتو نه کړي، قرآن حکیم يې په اړه څه ويلي نه دي؛ خو په يو روايت کې راغلي، چې د لوط قوم د مېلمنو له منلو منع کړې وه. هغه وخت، چې په انساني بڼه د عذاب پرښتې د لوط علیه السلام کور ته ورغلې، مېرمن يې د لوط قوم له دې پېښې خبر کړ او دې ګناهګار قوم د لوط علیه السلام پر کور يرغل وکړ. . .؛ البته پام مو وي، چې د لوط علیه السلام مېرمن کله هم د عفت پرده څېرې کړې نه وه؛ ځکه د يو پېغمبر مېرمن کله هم د بې عفتۍ ښکار شوې نه ده؛ لکه چې د نبي کريم علیه السلام په حديث کې په ډاګه راغلي دي: ((د يوه پېغمبر مېرمن هم پر بې غفتۍ اخته شوې نه ده [663].))

((وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ= ))

٨٥ – دين؛ د ځمکمېشتو سموونکى: ٨٤ آيت له الله تعالی سره د انسانانو د اړيکو په باب خبره وکړه؛ خو دا آيت د انسانانو د خپلمنځي اړيکو په هکله خبره کوي: داچې په ځمکې کې تر اصلاح روسته فساد مه راولاړوئ. د خلکو د حقوقو په باب د دين دنده ده، چې د خلکو ترمنځ او په راکړه ورکړه کې يې شته ظلمونه له منځه يوسي او حالات يې سم سمکي کړي او په دې توګه يې خپلو دنیوي او اخروي نېکمرغيو ته ورنژدې کړي. تردې آيت لاندې، امام باقر رحمة الله علیه ويلي دي: ((ځمکه فاسده وه او الله تعالی په خپل پېغمبر راژوندۍ کړه؛ نو تر سمونې يې روسته فساد پکې مه کوئ))[664].

((وَلاَ تَقْعُدُواْ بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُواْ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلاً فَكَثَّرَكُمْ وَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ =))

٨٦- د ايمان لارې شوکمار: حضرت شعيب علیه السلام د خپلې بلنې په درېيمه برخه کې، خپل کافر قوم پر الهي نېغې لارې او دين له بريده منع کول. له دې غونډلې پوهېدل کېږي، چې د شعیب قوم خلک په بېلابېلو لارو ترې اړول او له دې يې منع کول وو، چې ايمان پرې راوړي، ورشي، خبرو ته يې غوږ ونيسي او د عبادت په مراسمو کې يې ګډون وکړي او ګواښل يې، چې پر حق دين او د توحيد پر لار ايمان را نه وړي. لنډه خبره داچې د شعيب قوم په ټول وس او دوکې د ايمان پر لار کمين نيولى و او شوکه يې کوله او خلک يې له ايمان راوړو منع کول[665].

((قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَا أَن نَّعُودَ فِيهَا إِلاَّ أَن يَشَاء اللّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا عَلَى اللّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ =))

٨٩- د شعيب علیه السلام د وينا په هکله څرګندونه: بايد پام مو وي، چې د ((بعد اذنجنا الله منها؛ روسته تردې، چې الله ترې ژغورلي يو)) غونډله کله هم پردې مانا نه ده، چې حضرت شعيب علیه السلام په تېر وخت کې مشرک و او الله تعالی ژغورلى دى؛ بلکې حضرت دا خبره د خپل قوم له خولې (چې ډېرى يې کافران وو) کړې، چې په حقيقت کې د يوې ټولنې د ډېرى وګړيو چار په هماغو ټولنو پورې ورتړل شوى دى[666]. په دې آيت کې د تدبر بل ټکى دا دى، چې حضرت شعيب علیه السلام خپل قوم نهيلى کړ، چې ګنې پخپله او د توحيدي لارې مؤمنان به د هغوى لارې ته ورواوړي؛ خو بيايې هم وويل: ((الا ان يشا الله ربنا؛ خو داچې الله زموږ پالونکي غوښتي وي)) او په دې خبره يې پوهول، که څه هغه او لارويان يې د ايمان او توحيد په بهير کې پايښتي او ټينګ دي؛ خو همدا پايښتي د الله تعالی پېرزوينه بولي او ځان د خپل پالونکي له ارادې مړه خوا نه ګڼي.[667] دا يو ډېر مهم ټکى دى، چې د شيعب علیه السلام په څېر پېغمبر په هغه معنوي مقام کې کله هم ځان له بېلارېتوبه خوندي نه بولي او همېش له خدايه غواړي، د حق په لار کې يې پايښتى ولري.

٨٩- د توکل مانا: توکل د وکالت له مادې د وکيل ټاکنې پر مانا ده. پر الله تعالی توکل پردې مانا نه دى، چې انسان يوازې په داسې حالاتو کې الله تعالی خپل وکيل وټاکي، چې په خپل مخ کې پرتې ستونزې هوارولاى نشي؛ بلکې په هغو ځايونو کې، چې د يو چار د کولو وس لري؛ بيا هم آریز اغېزمن الله تعالی وبولي؛ ځکه د يو موحد له ليده الله تعالی د ټولو ځواکونو سرچينه ده[668]؛ نوځکه د توکل مفهوم؛ لکه چې ځينو اړوونکيو انګېرلې ده، له وزلو سترګې پټول، لاس پر لاس ايښوول او په يوې څنډې کې کېناستل نه دي؛ بلکې مفهوم يې ځان جوړونه، د لوړ نظر درلودنه، ژوره ليدنه او په دې او هغه پورې تړاو نه درلودل دي. له وزلو، طبيعت او ژونده ګټنه، کټ مټ پر الله تعالی توکل دى؛ ځکه په وزلو کې اغېز د الله تعالی په اراده دى[669]. له نبي کريم (ص) روايت شوى دى: ((د الهي وحې استازي، جبرييل مې وپوښت: توکل څه دى؟ و یې ويل: له دې ځان خبرول، چې مخلوقات زيان او ګټه نه رسوي، د ورکړې او خنډېدو وس نه لري او له مخلوقاتو نهيلي؛ نو د الله تعالی بنده، چې دغسې شو؛ نو يوازې الله تعالی ته کار کوي او بې له هغه چا ته هيله نه لري. دا د توکل حقيقت دى))[670].

٨٩- الله تعالی غوره پرېکړه کوونکى دى: فتح د پرانستو پر مانا ده او فاتح؛ يعنې پرانستونکى[671]؛ خو په دې آيت کې د قاضي او پرېکړه کوونکي پر مانا ده؛ ځکه قاضي په خپل قضاوت او ورمندون؛ نورو ته د پوهې او خبرتيا يو ور پرانځي، چې پر مخ يې ورتړل شوى دى. له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت شوى، چې په دې آيت کې تر هغې د فاتح پر مانا نه پوهېدم، چې زما او د يوې ښځې ترمنځ اړپېچ شو. راته يې وويل: ((انطلق افاتحک بالقاضي))؛ يعنې: ورشو، چې قاضي ته دې د پرېکړې لپاره بوځم[672]. څرګنده ده، چې يو ور هم د الله تعالی پرمخ تړلى نه دى او دا ورمندون ته خورا غوره قاضي دی؛ نوځکه حضرت شعيب علیه السلام له خدايه غواړي، د ده او قوم ترمنځ يې ورمندون وکړي؛ ځکه الله خورا غوره پرېکړه کوونکى دى.

((وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ=))

٩٦- ايمان او تقوى؛ د الهي برکتونو کونجي: په تېرو آيتونو کې، چې د مجرمانو او سرغړاندو سختې سزاوې شرح شوې، چې کله له اسمانه د نېزونو په راکېوتو او له ځمکې د چينو په راخوټېدو (؛ لکه د نوح علیه السلام توپان) او کله په تندر او اسماني کړيکو او کله د ځمکې وحشتناکو زلزلو ته پکې اشاره شوې وه؛ خو په دې آيت کې، دا حقيقت اوڅار (مطرح) دى، چې دا سزاوې د انسانانو د کړنو غبرګون دى، که انسان پاک او ايمانوال وي، له اسمان او ځمکې د عذاب د را پرېوتو پرځای پرې له اسمانه او ځمکې الهي برکتونه راپرېووځي، دا پخپله انسان دى، چې برکتونه پر کړاوونو اړوي[673]. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت کې لولو: ((د يو کال باران هم تر بل کاله لږ نه وي؛ خو الله تعالی يې پر هغه ځاى وروي، چې يې خوښه شي، چې کله کوم قوم ګناه ته مخه کړه؛ نو پر هغه کال، الله تعالی هومره باران ترې ستنوي، چې بايد پرې واوري او پرځای يې پر بېدياوو، سمندرونو او غرونو وروي[674])). شونې ده، په ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شي، که ايمان او تقوى د ډول ډول الهي برکاتو د راکېووتو لامل وي او بې ايماني او ناپرهېزګاري د برکاتو د بندېدو لامل وي؛ نو ولې ځينې بې ايمانه ملتونه په ناز او نعمت کې ډوب دي او يو شمېر ايمانوال په سختۍ خپل روزګار تېروي؟ دوو ټکيو ته په پام مينوي، دا پوښتنه ځوابېږي: ١- دا يوه ستره تېروتنه ده، چې وانګېرل شي، چې بې ايمانه ملتونه په ناز و نعمت کې پراته دي، چې دا تېروتنه له يوې بلې تېروتنې (؛ يعنې شتمني د نېکمرغى لامل ګڼل) راولاړېږي. معمولا ً خلک فکر کوي، کوم ملت، چې پرمختللې ضايع ولري او شتمني يې ډېره وي؛ نو ښه نېکمرغه دى. حال دا که دې ټولنو ته سر ورننباسو او هغه دردونه له نژدې ووينو، چې روح او تن يې ځوروي؛ نو و به منو، چې ډېرى يې د ځمکې له خورا بېوزليو خلکو ځنې دي. له دې به تېر شو، چې دا نسبي پرمختګ يې د هغو آرونو (؛ لکه زيار ايستل، نظم او د مسووليت احساسول) د عملي کولو په پايله کې ترلاسه شوى، چې د انبياوو عليه م السلام په ښوونو کې شته. ٢- خو داچې ويل کېږي، ايماني او متقي ټولنې روسته پاتې دي؛ نو دا خبره هله منو، چې له ايمان او تقوا مطلب يوازې اسلام او د پېغمبرانو د ښوونو د لاروۍ تشه ادعا ده؛ خو پوهېږو، چې د ايمان او تقوا حقيقت د انسان او ټولنې په ګرسره کړو وړو او د ژوند په چارو کې ورننووځي او دا چار يوازى په ادعا نه پوره کېږي. هو! اسلام يو څيز دى او موږ مسلمانان، بل څه يو[675].

((أَفَأَمِنُواْ مَكْرَ اللّهِ فَلاَ يَأْمَنُ مَكْرَ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ =))

٩٩- ډار او هيله؛ د رغنده خوځښتونو سرچينه: له الهي مکره نه بچېدل، د مسووليتو د ترسره کولو له دوده د ډار پر مانا او د دندو په ترسره کولو کې لنډون دى، چې تل بايد د مؤمنانو په زړونو کې دا ډار او الهي لورنې ته له ((هيلمنۍ)) سره يو رنګ وي. ددې دوو حالاتو يو رنګتوب، د ټولو رغنده خوځښتونو او فعاليتونو سرچينه ده او دا هماغه څه دي، چې د رواياتو په تعبير کې ((خوف او رجا)) ورته وايي او څرګنده شوې، چې مؤمنان تل ددې دواړو حالاتو ترمنځ وي؛ خو زيانکارو مجرمانو دا الهي سزاوې هېرې کړي، چې ځان يومخې په امنيت کې بولي[676]. له امام باقر رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((د هر مؤمن بنده په زړه کې دوه رڼاوې دي: د ډار رڼا او د هيلې رڼا. دا دواړه رڼاوې يو له بلې ډېرې نه دي او پوره يو له بل سره مساوي دي))[677]. ان پېغمبرانو او امامانو هم ځانونه له الهي مکره او سزاوو خوندي نه ګڼل. له حضرت علي کرم الله وجهه نه روايت دی: ددې امت پر ډېر نېک هم، له الهي سزا خوندي مه وسه؛ ځکه الله تعالی پاک ويلي دي: ((فلايامن مکر الله الا القوم الخاسرون [678].))

((حَقِيقٌ عَلَى أَن لاَّ أَقُولَ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ =))

١٠٥- د حضرت موسى علیه السلام د حقانيت دليل: حضرت موسى علیه السلام دې ټکي ته اشاره کوي، چې کلونه وړاندې د ځان له ډاره وتښتېدم، چې تاسې وژلم او اوس بې وسلې، يوازې له ورور هارون علیه السلام سره مې د فرعون ځواکمنې واکمنۍ او تاسې ته راغلم، الله تعالی او سمې لارې ته مو رابلم، چې دا پخپله زما پر حقانيت خورا ستر دليل دى او که د الله تعالی حکم نه واى، جرات مې نه درلود، چې درشم؛ نو وړ ده چې يوازې د الله تعالی لپاره حق ووايو او يوازې سمې خبرې ورمنسوب کړو[679].

((وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاء لِلنَّاظِرِينَ=))

١٠٨- يد بيضا: په رواياتو کې راغلي، چې ددې معجزې په راښکارېدو، د حضرت موسى علیه السلام لاس د ځلاند لمر په څېر ځلېده[680]. ان ويلي يې دي، چې رڼا يې د لمر تر رڼا ډېره وه؛ داسې چې له سختې رڼا، کتل ورته ناشوني وو؛ لکه چې لمر ته کتاى نشو[681].

((قَالَ أَلْقُوْاْ فَلَمَّا أَلْقَوْاْ سَحَرُواْ أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ =))

١١٦- سحر: سحر د دوکې او چل ول پر مانا ده او کله په دې مانا هم ده چې د هر څيز عامل او انګېزه نامريي او پټه وي؛ نوځکه ټول هغه کسان ساحر يا کوډګر دي، چې د خپلو لاسونو په بيړه خوځولو او په مهارت د شيانو په بدلولو کې، مطالب په سرباندې (فوق العاده) بڼه ښکاره کوي او همدغسې هغوی چې خلکو ته د موادو او ډول ډول څيزونو د کيمياوي او فزيکي ځانګړنو په ګټنې هېښنده اثار ښيي، پردې سربېره، معمولاً کوډګر اورېدوونکيو ته د خپل کار تکمیلولو لپاره له يو لړ اغېزناکو تلقينونو، اغراق او وحشتناکو غونډلو ګټنه کوي، چې پر اورېدونکيو او ليدونکيو سرباندې اروايي اغېز وشيندي. د فرعون د زمانې د کوډګرو په هکله چې په دې سورت او د قرآن حکیم په نورو سورتونو کې ګڼ شمېر آيتونه راغلي، ګټنه کېږي چې دا ټول لاملونه او وزلې يې کارولې. د ((سحروا اعين الناس؛ د خلکو پر سترګو يې کوډې وکړې)) او د ((استرهبوهم؛ خلک يې وډارول)) او په نورو سورتونو کې چې نور تعبيرات راغلي، ټول پردې حقيقت ګواه دي[682].

١١٦- د فرعون د کوډګرو د کوډو دبدبه: قرآن حکیم د ((وجاء وا بسحر عظيم)) په غونډله په رانغښتي ډول، دې واقعيت ته اشاره کړې، کوډګرو، چې کومه ننداره رادبره کړه، ډېره مهمه او شمېرل شوې وه، که نه دلته د ((عظيم)) ویی (کلمه) نه کارېده. تردې آيتونو او په څېر آيتونو لاندې يې له تواريخو، رواياتو او د مفسرانو له خبرو هم ددې نندارې پراخ اړخونه ښه راڅرګندېږي. د ځينو مفسرانو په وينا، په لس ګونو زره کوډګروو او کو مې وزلې يې، چې کارولې، شمېر يې هم په لس ګونو زره وه او ددې په پامنیوي، چې په هغه پېر کې په مصر کې پرېمانه ټکره او مجرب کوډګر وو؛ نو په دې موضوع کې خو څه تعجب نه پاتېږي، په تېره داچې قرآن حکیم د طه سورت په ٦٧ آيت کې وايي: ((فاوجس فى نفسه خيفة موسى))؛ يعنې هغه ننداره دومره ستره او وحشتناکه وه چې ان موسى علیه السلام هم په زړه کې لږ وډار شو[683]؛ که څه په نهج البلاغه کې د حضرت علي کرم الله وجهه د وينا له مخې، ډار يې له بل څيزه وه: ((که موسى وډار شو؛ نو پر ځان نه ډارېده؛ بلکې د ناپوهانو او بېلاريو له لاسبرۍ ډارېده))[684].

(((قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنتُم بِهِ قَبْلَ أَن آذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَـذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُواْ مِنْهَا أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ =))

 ١٢٣ -ناوړه ښکېلاک: ښايي فرعون په دې غونډله ((آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ)) غوښتل هم موسى علیه السلام ته سپکاوى وکړي او هم ښيي، زه هم د حقيقت لټوونکى او حقيقت غواړى يم او که د موسى علیه السلام په چار کې څه واقعيت واى؛ نو پخپله مې خلکو ته اجازه ورکوله چې ايمان راوړي؛ خو دا بيړه مو ښيي چې نه يوازې څه حقيقت نشته؛ بلکې د مصريانو پر ضد يو ډول دسيسه روانه ده، همدغسې ښيي، فرعون دومره د واکمنۍ او چوکۍ لېونتوب راخستى و چې يې ويل: مصريان حق نه لري بې اجازې يې څه چار يا خبره وکړي؛ بلکې تردې ورهاخوا، بې اجازې يې، د فکر کولو او ايمان راوړو حق هم نه درلود. دا د ښکېلاک یو ناوړه ډول دى، چې يو ملت دومره مريی او بند کړي چې ان د فکر کولو او پر چا يا يو ښوونځي د ايمان راوړو حق هم و نه لري. دا هماغه کړلار ده، چې په ((نوي ښکېلاک)) کې هم کارېږي؛ يعنې نوي ښکېلاګر يوازې په وټيز، سياسي او ټولنيز ښکېلاک بسيا او قناعت نه کوي؛ بلکې هڅه کوي د خپل چار جرړې په انديز ښکېلاک پياوړې کړي [685].

((وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلاَّ أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءتْنَا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ =))

١٢٦- د فرعون د کوډګرو اروايي اوښتون: په رښتيا د کودګرو په اروا کې چې کوم هېښنده اوښتون رادبره شو؛ نو د تامل او تدبر وړ دى، څرنګه هغه وګړي، چې د موسى علیه السلام خورا سرسخته دښمنان وو او د ده د دين او سټې په له منځه وړو پسې يې مټې رابډ وهلې وې، پر سرښندونکيو او زغمناکو مؤمنانو واوښتل؟ د رواياتو او تواريخو له مخې، هغوى دومره په لار کې له زغمه کار واخست، چې فرعون خپل ګواښونه عملي کړل او د بدن ټوټې يې د نيل سیند پر غاړه د کجورو په ونو کې راځوړندې کړې او په دې توګه د نړۍ د ازادي غواړيو نارينه وو په کتاب کې يې له وياړه ډکې نامې ثبت شوې او د ستر مفسر؛ طبرسي په وينا: ((ګهيځ، کوډګر کافران ول او ماښام د الله تعالی د لارې نېکچاري شهيدان [686]!)).

((وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِـي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ =))

١٢٧- د بوتپالي بوت: له دې آيته پوهېږو، چې فرعون یو لړ خدايان درلودل چې يې نمانځل؛ البته په نورو آيتونو کې راغلي چې پخپله يې هم ځان الله تعالی ګاڼه؛ لکه د نازعات سورت په ١٢٤ آيت کې يې له خولې لولو: ((او و يې ويل: زه مو غوره پالونکى يم)) دا مطلب په نورو امتونو کې هم وه. په تاريخ کې راغلي، چې خلکو، په روم او نورو هېوادونو کې، د ټبرونو مشران نمانځل او هغوى هم خپل نېکونه يا بوتان نمانځل[687].

١٢٧- فرعون او د بني اسرائیلو د مقاومو نارینه وو د ځپلو سياست يې: دلته فرعون په يوې ژورې مبارزې لاس پورې کوي او داسې يو چار ته هوډمنېږي، چې بيخي د بني اسراييلو ځواک وځپي: داچې د بني اسراييلو د زامنو په وژنه، جنګيالي او مبارزين يې له منځه بوځي او ښځې او نجونې يې مينزتوب او چوپړ ته پرېږدي. دا د نوي او زوړ ښکېلاک دود دى چې د هر ملت ټکره او رغانده وګړي له خپلو سياستونو او ګټو سره په يو جغ کې تړي يا يې له منځه وړي يا په بېلابېلو وزلو د نارينتوب اومړانې روحيه پکې وژني او ناکارنده (غيرفعال) وګړي پرېږدي[688].

((فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَـذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ =))

١٣١ – فال او تفال د اسلام له ليدلوري: ((يَطَّيَّرُوا)) د تطبر له مادې د بدفال نيولو پر مانا ده او آريزه جرړه يې، طير(= الوتونکى)) دى. داچې غالباً عربانو په الوتوونکيو بدفال نيوه او کله يې د کارغه غږ په بدفال نيوه او کله يې له کيڼ لاسه د کوم الوتونکي الوتل د بدمرغۍ نښه ګڼله؛ نو تطير په مطلق ډول د بدفال نيوو پر مانا راغلې ده. فرعونيانو چې موسى علیه السلام او ملګري يې په بدفال نيولي وو، قرآن حکیم يې په ځواب کې وايي: باخبر وسئ! هغوى چې د کومو بدمرغيو او تنګسو په لومه کې راګېر ول، سرچينه يې د الله تعالی له لوري وه، چې غوښتل يې د خپلو شومو کړنو په پايله کى يې راګېر کړي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي. ښايي همېشه په انسانانو او بېلابېلو قومونو کې، ښه او بدفال دود درلود، ځينې چارې يې په ښه فال نيوې او د کار د پرمختګ او بريا دليل یې ګاڼه او ځينې چارې يې په بدفال نيوې او د ماتې دليل يې ګاڼه؛ حال دا، له دې ډول چارو سره د بريا يا ماتې هېڅ ډول منطقي او سوليزه اړيکه نه وه؛ په تېره بدفال چې غالباً خرافي نامعقول اړخ يې درلود او لري يې. دا دواړه که څه طبيعي اغېز نه لري؛ خو بېشکه اروايي اغېز درلوداى شي. غالباً نېک فال د هيلمنۍ او خوځښت لامل دى؛ خو بدفال د نهيلۍ، سستۍ او ناوسۍ لامل دى. ښايي له همدې لامله په اسلامي رواياتو کې د نېک فال نيونه نهې شوې نه ده؛ خو بد فال سخت غندل شوى دى. له رسول الله(ص) څخه په يوه مشهور حديث کې راغلي دي: (((تفالوا بالخير تجدوه؛ چارې په ښه فال ونيسئ (او هيلمن وسئ)، چې ور ورسئ))؛ خو قرآن حکیم او رواياتو، بدفال سخت غندلى دى. د نبي کريم (ص) په يوه حديث کې لولو: ((الطيرة شرک؛ د بد فال نيونه (او د انسان په برخليک کې يې اغېزمن ګڼل) له الله تعالی سره يو ډول شرک دى)). دغسې لولو، که فال بد اغېز ولري؛ نو اروايي اغېز به وي. امام صادق رحمة الله علیه ويلي دي: ((د بد فال اغېز دومره دى چې يې منې. که يې اسان ونيسې، اغېز به يې لږ وي او که يې ټينګ ونيسې؛ خورا اغېزناک به وي او که اعتنا ورته و نه کړې، هېڅ اغېز به و نه لري [689].))

((فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلاَتٍ فَاسْتَكْبَرُواْ وَكَانُواْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ =))

١٣٣- فرعونيانو ته ډول ډول عذابونه: مفسرانو ويلي، چې چونګښې خورا ډېرې شوې؛ داسې چې خوړو، ان جامو او د ويدېدو ځاى ته يې تلې. همدغسې د وينې په اړه يې ويلي دي: فرعونيانو ته د نيل رود او ويالې او په ټوليز ډول ټولې اوبه په وينو اوړېدلې وې؛ خو د موسى علیه السلام قوم ته دا ډول نه و؛ يعنې فرعونيانو وينه څښله؛ خو هماغه وينه د موسى علیه السلام قوم ته خوندورې اوبه وې .

((وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُواْ يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَآئِيلَ =))

١٣۴- له موسى علیه السلام سره د الله تعالی ژمنه: له موسى علیه السلام سره يې د الله تعالی له کړې ژمنې منظور دا و، چې الله تعالی پر ځان لازم کړي ول، که موسى علیه السلام ترې څه وغواړي، ور يې کړي[690].

((وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُواْ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَآئِيلَ بِمَا صَبَرُواْ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُواْ يَعْرِشُونَ =))

١٣٧- مکه او شامات؛ دوه برکتي ځمکې: له دې برکتي ځمکې منظور، شام او فلسطين دي؛ ځکه الله تعالی يوازې د ځمکى دوه ځايونه برکتي ياد کړي دي: يوه کعبه او بله سپېڅلې ځمکه، چې د فلسطين په چاپېريال کې ده[691].

((وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَآئِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ =))

١٣٨- بني اسراييل؛ توکیزپالي او بوتپالي: بني اسراييل د حضرت موسى علیه السلام تر بعثت وړاندې د خپل نيکه حضرت ابراهيم علیه السلام پر دين وو او اسحاق، يعقوب او يوسف عليهم السلام پکې په پېغمبرۍ رالېږل شوي وو او دوى د شرک نفې او توحيد ته بلنه ورکوله او داچې الله تعالی مادي او جسماني نه دى، بڼه او اندازه نه لري؛ خو په قرآن حکیم کې د بني اسراييلو له داستانونو څرګندېږي، چې هغوى يو توکیز او حسي قوم و او له مادې ورهاخوايې څه نه منل او که د الله تعالی په هکله يې څه ويل؛ نو تشريفاتي خبرې وې او حقيقت يې نه درلود او ګروهه يې پرې نه درلوده؛ ځکه په کلونو کلونو د بوتپالو فرعونيانو او قبطيانو په په ولکه کې راگېر وو؛ نوځکه بوتپالنه د بني اسراييلو په خټه کې اغږل شوې وه، که څه توکمیزو تعصبونو اړ کري وو، چې په تشريفاتي ډول د خپلو نیکونو دين وساتي. له همدې لامله، ډېرو يې له خدايه توکیز او جسمي انځور درلود او چې موسى علیه السلام به څه له الهي معارفو او پوهاويو ورته ويل؛ نو په خپل ذهن کې يې توکیز انځورنه ترې راپنځول؛ نوځکه پر لار، چې يو بوتپالي قوم ته ورسېد؛ خوښ يې شو، چې په څېر يې بوتان ولري؛ نوځکه يې له موسى علیه السلام وغوښتل، چې يو بوت ور جوړ کړي، چې تواضع او عاجزي ورته وکړي. په يوه روايت کې راغلي چې يو يهودي پر اسلام او مسلمانانو د پېغور لپاره، حضرت علي کرم الله وجهه ته وويل: د خپل پېغمبر له مړينې مو دېرش کاله تېر شوي نه دي، چې يو د بل پروړاندې مو تورې را وايستې. آنحضرت وويل: ((خو ستاسې يهودو، له سمندره مو لا پښې وچې شوې نه وې، چې خپل پېغمبر ته مو وويل: په څېر يې يو معبود راجوړ کړه [692].)

((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ =))

١٤٢- د موسى علیه السلام د میعاد په هکله د يوې پوښتنې ځواب: شونې ده، ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې ولې د څلوېښتو شپو ژمنه يو ځاى ويل شوې نه ده او ړومبى وايي: دېرش شپې او بيا لس شپې پرې د ژمنې پوره کولو لپاره ورزياتوي. په ځواب کې وايو، که څه په رښتینه کې ژمنه څلوېښت شپې وې؛ خو الله تعالی د بني اسراييلو ازمېښت ته، موسى علیه السلام ړومبى درېرش ورځې میعاد ته راوباله، بيا يې موده وغځلوله چې د بني اسراييلو منافقان له مؤمنانو جلا شي. له امام باقر رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((هغه مهال، چې موسى علیه السلام الهي ژمنځای ته ورغى؛ نو خپل قوم ته يې ويلي ول، چې نشتون به يې تردېرشوو ورځو ډېر نشي؛ خو چې الله تعالی پرې لس ورځې ورزياتې کړې، بني اسراييلو وويل: موسى له ژمنې اوختى او ورپسې خوسي پالي شول)) له رواياتو ګټنه کېږي، چې دا څلوېښت ورځې، د ذېقعدې له پيله شروع او د ذې حجې (لوى اختر) پر لسم پاى ته رسېدلي دي. همداراز، په آيت کې، چې د (څلوېښت شپو) تعبير راغلى، نه د څلوېښت ورځو، دليل يې دادى، چې په ظاهره، له پالونکي سره د حضرت موسى علیه السلام مناجات او خبرې اترې، ډېری په شپه کې وې[693].

١٤٢- علي کرم الله وجهه رسول الله ته داسې و؛ لکه هارون علیه السلام چې موسى علیه السلام ته و: د اهلسنتو او شيعه وو ډېری مفسرانو تردې آيت لاندې د ((منزلت)) مشهور حديث ته اشاره کړې او ويلي يې دي: د نبې کريم (ص) يوګڼ شمېر اصحابو (رضى الله عنهم) د تبوک غزا په هکله روايت کړى: رسول الله(ص) تبوک ته ولاړ او علي کرم الله وجهه يې پر خپل ځاى پرېښود. علي کرم الله وجهه وويل: ما کوشنيانو او ښځو ته پرېږدې (او اجازه نه راکوې، چې جهاد ته درسره ولاړ شم)؟ رسول الله(ص) وويل: ايا خوښ نه يې، چې راته داسې وسې؛ لکه هارون، چې موسى علیه السلام ته و؛ خو داچې تر ما روسته به څوک پېغمبر نه وي[694]؟))

((وَلَمَّا جَاء مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَـكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ موسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ= ))

 ١٤٣- ولې موسى علیه السلام د خدای د ليدو غوښتنه وکړه: خورا څرګند ځواب يې دادى، چې موسى علیه السلام د خپل قوم له ژبې دا غوښتنه وکړه؛ ځکه يو شمېر ناپوهو بني اسراييلو ټينګار کاوه، چې بايد الله تعالی وويني، چې ايمان راوړي[695] او موسى علیه السلام د الله تعالی له لوري وګومارل شو، چې دا غوښتنه مطرح کړي، چې ټول کافي ځواب واوري. د معصومينو عليهم السلام ځينې روايتونه هم دا مطلب تاييدوي[696].

((قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ =))

١٤٤- له موسى علیه السلام سره د الله تعالی تعالى د خبرو کولو دود: له ګڼ شمېر آيتونو ګټنه کېږي، چې الله تعالی له موسى علیه السلام سره خبرې وکړې او دا خبرې په فضا يا په اجسامو کې د غږيزو څپو د پنځون له لارې وې چې کله دا څپې د موسى علیه السلام غوږونو ته د ايمن وادۍ د ونې په ترڅ کې او کله په طور غره کې وررسېدې. دا کلام داسې و، چې موسى علیه السلام يقين درلود، چې د الله تعالی له لوري او ورسره د خبرو کولو لپاره دى. موسى علیه السلام ته دا پوهه، د وحې او الهام له لارې ورکړاى شوې وه یا له نورو قراينو.

((وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلاً لِّكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُواْ بِأَحْسَنِهَا سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ =))

 ١٤٥- د تورات لوحې/ دړې: د آيت ظاهر خو دادى، چې الله تعالی پر موسى علیه السلام لوحې رانازلې کړې، چې د تورات شرايع او قوانين پکې کښل شوي ول؛ خو په قرآن حکیم که د لوحو د څرنګوالي په اړه ويينه شوې نه ده، چې له کوم جنس او مادې وې. الواح، د لوحې جمع او د يوې تختې پر مانا ده، چې يو څه پرې ليکي. په تفاسيرو کې د موسى عليه السلام د لوحو د څرنګوالي او جنسيت په باب بېلابېل احتمالات راغلي، چې يو یې هم پرېکنده اړخ نه لري او ډاډ پرې نه کېږي[697].

١٤٥- د ډېرو ښو چارو ټاکنه: داچې په مخکې آيت کې لولو، چې ((په غوره احکامو دې يې عمل وکړي)) په دې مانا نه ده، چې په احکامو کې بد، ښه او ډېر ښه وو او دنده يې درلوده، چې ښه يې وټاکي او بددې خوشې کړي؛ يا ښه او ډېر ښه وي او موظف وو، چې يوازې ډېر ښه يې وټاکي؛ بلکې کله د ((افعل التفضيل)) (غوره او ډېر غوره صفت) صيغه د مشبهه صفت پر مانا راځي او په دې آيت کې همدغسې دي. په آيت کې دا احتمال شته، چې احسن د غوره پر مانا وي؛ دې ته اشاره، چې په دې لارښوونو کې، د (قصاص او غچ په څېر) چارې مجاز ګڼل شوي او (د عفوې او تېرېدنې په څېر) يو شمېر چارې ترې غوره ښوول شوي؛ خو لارويانو ته دې ووايه، چې څومره کړاى شي، غوره دې وټاکي؛ لکه – بې له ځانګړو ځايونو- پر کسات د تېرېدنې غوره کول[698].

((وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلاً جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّهُ لاَ يُكَلِّمُهُمْ وَلاَ يَهْدِيهِمْ سَبِيلاً اتَّخَذُوهُ وَكَانُواْ ظَالِمِينَ =))

١٤٨- د سامري خوسى: ((خُوَارٌ)) د غوا يا خوسي رمباړې ته وايي. يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې سامري په خپلو معلوماتو د زرين خوسي په سينه کې ځانګړې نله ايښې وه، چې لږه هوا ترې تېرېده او له خولې يې رمباړه وته، ځينې نور وايي: خوسى يې باد ته داسې ايښى و، چې پر خولې يې (چې په ځانګړي ډول جوړه کړې وه) د باد لګېدو پرمهال يو غږ ترې اورېدل کېده؛ خو د ځينو مفسرانو دا وينا په قرآن حکیم کې څه شاهد نه لري، چې یې ويلي: سامري د جبرييل د تر پښو لاندې خاوره واخسته او په خوسي کې يې واچوله، چې د ژوندي خوسي په څېر شو او طبيعي غږ يې درلود. د ((جسداً) کلمه پردې ګواه ده، چې څاروى خو څه ژوندى نه و؛ بلکې بې ساه تنه وه. په هر حال سامري د موسى د قوم په اړه معلومات درلودل، چې کلونه کلونه يې په محرومیت او بې برخېتوب کې تېر کړی او د ماده پالۍ روحيه هم پرې لاسبرې ده او زر و زيور (پيسو او چل ول) ته په ډېر درناوي قايل دي؛ نو خپل خوسى يې له سرو جوړ کړ، چې ځان ته د مريانو پام راواړوي[699].

((وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِيَ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الألْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُواْ يَقْتُلُونَنِي فَلاَ تُشْمِتْ بِيَ الأعْدَاء وَلاَ تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =))

١٥٠- د الله تعالی د فرمان په اړه بيړه: د آيت ظاهر راښيي، مطلب دادى، چې تاسې له دېرشو شپو څخه څلوېښتو شپو ته د مودې د غځېدو په باب د الله تعالی د فرمان په اړه بېړه وکړه او ژر ورمندون مو وکړ او زما نه راتګ مو پلمه کړ، چې مړ شوى يا له ژمنې اوختى دى؛ حال دا لازم و، لږ درنګ مو کړى واى، چې څو ورځې تېرې شي او د چار حقيقت څرګند شي[700].

١٥٠- د خوسي پالنې په اړه د موسى علیه السلام غبرګون: د قرآن حکیم له نورو آيتونو په تېره د طه سورت له ٩٢ او٩٣ آيتونو ګټنه کېږي، چې حضرت موسى علیه السلام هارون علیه السلام سخت ټپسورى کړ او ورچغه يې کړه: ((هارونه! چې دې وليدل، بېلاري شوي؛ نو څه منع کړې، چې لاروي مې و نه کړې؟! ايا زما له امره دې سرغړونه وکړه؟)) په دې غبرګون کې دوه ټکي پراته دي: له يوې خوا د بوتپالنې پروړاندې د موسى علیه السلام دنننى حال، سخت خپګان او ناقراري يې څرګندوي او بلخوا يوه اغېزمنه وزله ده، چې د بني اسراييلو ماغزه يې وخوځول او د دوى د کړنو سرباندې (فوق العاده) بدرنګوالي ته يې ورپام کړ؛ نوځکه دې حقيقت ته په پام، چې بې ددې سخت غبرګون له ښودو، بنې اسراييلو کله هم د خپلو تېروتنو اهميت او ژورتيا ته پام نه ورګرځاوه او شونې وه، چې د اذهانو په تلونو کې يې د بوتپالنې اغېزې پاتې شي، چې دا کار نه يوازې داچې رټل شوى نه و؛ بلکې لازم او واجب ګڼل کېده[701].

((وَاخْتَارَ مُوسَى قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلاً لِّمِيقَاتِنَا فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّايَ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاء مِنَّا إِنْ هِيَ إِلاَّ فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَاء وَتَهْدِي مَن تَشَاء أَنتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ= ))

١٥٥- له الله تعالی سره د موسى علیه السلام د ميقاتونو شمېر: داچې موسى علیه السلام له خپل پالونکي سره يو يا ډېر ميقات يا ميعاده درلودل، مفسرانو پرې خبرې اترې کړي او هر يو د مطلب جوتولو ته، له قرآن حکیمي آيتونو شواهد راوړي. د آيتونو او رواياتو له ټولګې په نظر رسي، چې موسى علیه السلام يوازې يو ميقات درلود، چې دا هم د يو شمېر بني اسراييلو په خوښه و، او په همدې ميعاد کې، الله تعالی پرې د تورات لوحې ورنازلې او له موسى علیه السلام سره يې خبرې وکړې او په همدې ميقات کې بني اسراييلو موسى علیه السلام ته وړانديز وکړ، چې له خدايه وغواړه، چې ځان راوښيي او هم همدلته ول، چې تندر راپرېووت يا زلزله وشوه او موسى علیه السلام بېسده شو او بني اسراييل پر ځمکه ولوېدل[702].

١٥٥- هلاک شوي، بيا راژوندي کېږي: د حضرت موسى علیه السلام دا غونډله د نیوکې له مخې نه وه؛ بلکې په دې خبره يې الهي لورنه رااړوله، چې الله تعالی په خپلې لورنې هغه ګناهګاران بېرته ژوندي کړي، چې د خپلې ناسمې غوښتنې (؛ يعنې د الله تعالی ليدل) په پار هلاک شوي وو؛ ځکه ډارېده، چې بني اسراييل به يې تورن کړي، چې ولې اويا تنه هلاک شول او موسى به يې د هلاکت لامل ګڼي او بيخي به کافر او له دينه وګرځي؛ نو موسى په زاريو الله تعالی ته وويل: ((ايا ته مو، زموږ د بې عقلو د کړنو (په سزا کې) هلاکوې؟))؛ يعنې ستا له لورنې لرې ده، چې يو قوم يې د بې عقلو د تېروتنو په پار هلاک کړې؛ ځکه هلاکت به يې د ګردو بني اسراييلود بېلارۍ لامل شي. بيا يې وول: ((دا خو يوازې ستا يوه ازمېينه ده، چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وګڼې؛ نو) بېلارې کوې يې او چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وبولې؛ نو) سمه لار ورښيې)) مطلب يې داو چې ستا له سنتو لرې ده، چې تر ازمېښت لاندې خلک هلاک کړې. په هر حال په دې غونډلو يې له خدايه غوښتل، چې اويا تنه ژوندي کړه او پېغمبر يې د خپل قوم له تور او بني اسراييل له بې لارېتوبه وژغوره[703]. د آيتونو او رواياتو له ټولګې ګټنه کېږي، چې په پايله کې هلاک شوي بيا راژوندى شول او له موسى علیه السلام سره يو ځاى بني اسراييلو ته ستانه شول او چې څه يې ليدلي وو، ورته يې څرګند کړل او د بې خبرو خلکو پر خبرولو لګيا شول[704].

((وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَـذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَـا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاء وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَـاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ =))

١٥٦- په دنیا او آخرت کې نېکي: په دنيا او آخرت کې له ښېګڼې او نېکيو مطلب په دنيا او آخرت کې پاک ژوند دى. د الله تعالی په لار کې يون او هغې لارې ته التزام، چې الله تعالی د انسان په فطرت کې ايښې ده، انسان په دنيا او آخرت کې سپېڅلي او ښه ژوند ته ورسيخوي[705].

١٥٦- د الهي لورنې پراخ لمن: شونې ده، د پالونکي دا پراخه لورنه دنیوي نعمتونو او برکتونو ته اشاره وي، چې ټول رانغاړي او نېکچاري او بدچاري ترې برخمنېږي او هم کېداى شي ټولو توکیزو او مانیزو (مادي او معنوي) لورنو ته اشاره وي؛ ځکه مانیزې لورنې په يو قوم او ټولنې پورې ځانګړې نه دي؛ که څه یو څوک په شرايطو رانغاړي. په بل تعبير، ټولو ته د الله تعالی د لورنې ورونه پرانستي او دا پخپله خلک دي، چې بايد هوډمن شي او له دې وره ورننووځي او که څوک د ورننوتو شرايط چمتو نکړي، پر خپل تقصير يې دليل دى، نه د الله تعالی د رحمت محدودوالی؛ خو داچې ځينې و نه انګېري، چې د توبې قبلېدل يا د پالونکي پراخ رحمت، بې قيد و شرط او بې حساب و کتاب دى، د آيت په پاى کې زياتوي: ((فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ. . . ؛ نو هغوى ته به يې وليکم، چې پرهېزګاري او. . . . وکړي [706])). تردې آيت لاندې له امامانو په راغليو رواياتو کې لولو، چې الله تعالی د خپل رحمت ډېره لږه برخه په دنيا کې ايښې ده، چې په دنيا کې د ټولو موجوداتو ژوند د همدې رحمت په پار دى؛ خو په آخرت کې يې ټول رحمت مؤمنانو او پرهېزګارانو ته دى. د الهي رحمت او بښنې په هکله ډېر ښکلي او زېري ورکوونکي روايات راغلي، له رسول الله (ص) څخه روايت دى: ((پر هغه قسم، چې زما ساه يې په واک کې ده، الله تعالی په قيامت کې داسې بښنه کوي، چې ابليس هم هيلمنېږي، چې ښايي الله تعالی يې وبښي))[707].

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ =))

١٥٧- اُمّي پېغمبر: په قرآن حکیم کې د ((اُمّي)) اصطلاح د هغه انسان پر مانا ده، چې (ته وا) له موره زېږېدلى او د لوست لیک له اړخ يې وضع تغيير کړى نه دى او لکه څنګه یې چې د زوکړې په لومړيو ورځو کې يې د لوست ليک وس نه درلود، پر هماغه حال پاتې دى، په پارسي او پښتو کې هم دا اصطلاح د سبق نا ویلي پر مانا ده[708]. داچې رسول الله(ص) اکرم ښوونځي ته تللى نه دى او څه يې کښلي نه دي، د تاريخپوهانو ترمنځ څه ويينه نشته او قرآن حکیم په ډاګه د عنکبوت سورت په ٤٨ آيت کې تر بعثت وړاندې د رسول الله(ص) د اکر په باب وايي: ((او تا بيخي تردې له مخه، نه کوم کتاب لوسته او نه دې په خپل لاس څه کښل، که نه باطل اندي بيخي شکمنېدل)) که آنحضرت (ص) سبق ويلى واى، تورناوه يې، چې قرآن حکیم يې له ځانه جوړ کړى او په رسول الله د ((امي توب)) ځانګړنه پر نبوت يې يو ټينګار و، چې د بلنې په چار کې يې (بې له الله تعالی او طبيعت ورهاخوا نړۍ سره د اړيکې) هر ډول احتمال نفې شي؛ البته سبق نه لوستل له نالوستۍ سره توپير لري. څه ممانعت نه لري، چې رسول الله (ص) په الهي ښوونه، پر لوست ليک پوه شي؛ بې له دې، چې له کوم انسانه يې زده کړې وي؛ ځکه دغسې اطلاع او ښوونه بېشکه له انساني کمالاتو او د نبوت مقام له مکملاتو ځنې ده. ددې خبرې شاهد دادى، چې په رواياتو کې راغلي ((رسول الله هم، لوستاى شو او هم ليکلاى شو؛ خو داچې بلنې ته يې د شکمنۍ څه کوشنۍ شانته ځاى پاتې نشي له دې وسمنۍ يې ګټنه نه کوله [709].))

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِـي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ =))

١٥٨- د الله تعالی کلمې: د الله تعالی له کلمو مراد، هغه اديان او شرايع دي، چې الله تعالی پر رسول الله (ص) او خپلو نورو پېغمبرانو ورنازل او عملي کول يې لازم کړي دي[710].

((وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ =))

١٦٠ – اسباط: دا آيت بني اسراييلو ته د الله تعالی د نعمتونو څو برخو ته اشاره کوي. ړومبى وايي: ((او بني اسراييل مو پر دولسو خېلونو ووېشل))، چې پر عدل ولاړ نظام پرې واکمن او تاوتر يخوالى پکې نه وي. څرګنده ده، په کوم ملت کې چې سمه وېشنه او تنظيم وي او هره برخه يا ډله تر وړ او مناسب مشرتوب لاندې وي؛ نو تنظيمول او ترمنځ عدالت کول به يې خورا اسان وي. په همدې دليل، د نړۍ ګرد هېوادونه هڅه کوي له دې آره لاروي وکړي. اسباط، د سبط جمع، د اولادې په تېره لمسيو پر مانا ده او د يوې کورنۍ يوې څانګې ته سبط او اسباط ويل کېږي. دلته له اسباط نه منظور د بني اسراييل ټبرونه دي، چې هر يو د يعقوب عليه السلام له اولادې څانګې څانګې شوي وو[711].

١٦٠- من و سلوى: الله تعالی پر بني اسراييلو من و سلوى (دوه خوندور او ګټور خواړه) ورپېروز کړي وو؛ نو مفسرانو يې په اړه ډول ډول تفسيرو نه کړي دي. لرې نه ده، چې من يو ډول طبيعي شات ول، چې په نژدې غرونو کې وو يا يو ځانګړې نباتي کنډ و، چې په چاپېريال کې له ونو راوته. سلوى هم کوترې ته ورته يو ډول حلال غوښى الوتونکى و. دا نعمتونه او څو نورې لورنې بني اسراييلو ته هله ورکړاى شوې، چې د فرعونيانو له منګولو او په بېديا کې له سرګردانۍ وژغورل شوو[712].

((فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنْهُمْ قَوْلاً غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُواْ يَظْلِمُونَ))

١٦٢- ژغورنده خبره، چې واړول شوه: د بقرې سورت د٥٩ آيت څرګندنې وګورئ.

((واَسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعاً وَيَوْمَ لاَ يَسْبِتُونَ لاَ تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ =))

١٦٣- د شنبوالو مېشتځى: په دې آيت کې د بني اسراييلو د شخړيز تاريخ يوه بله پاڼه راغلې ده. دا سرګذشت (؛ لکه چې په اسلامي رواياتو کې اشاره ورته شوې) په يو شمېر بني اسراييلو پورې اړوند دى، چې د سمندر پر تړانګه (ظاهراً سور سمندر دى، چې د فلسطين پر غاړه پروت دی) په ((ايله)) بندر کې (چې نن په ((ايلات)) مشهور دى) اوسېدل. الله تعالی د ازمېښت لپاره امر ورته وکړ، چې د شنبې پر ورځ به کبان نه نيسئ؛ خو د الله تعالی له حکم يې سرغړونه وکړه او په دردناک عذاب اخته شول[713].

١٦٣- په جذابو څيزونو ازمېښت: د ((کذلک نبلوهم بما کانوا يفسقون)) غونډله، دې ته اشاره ده، چې ازمېښت یې په داسې څيز و، چې ځان ته يې ورکاږل اجاذبه يې درلوده؛ يعنې سرغړاندۍ او ګناه ته يې بلل. پر انساناني ټولنو، چې کوم ازمېښتونه کېږي، همدغسې دي؛ ځکه بايد الهي ازمېښتونه د ګناهونو پروړاندې د وګړيو د مقاومت کچه مېچ کړي او که ګناه د ځان پر لور څه راښکوونه او کشش نه درلود؛ نو ازمېښت څه مفهوم نه درلود[714].

((فَلَمَّا عَتَوْاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ =))

١٦٥- د شنبوالو شرعي پلمه: داچې دې شمېر وګړيو، قانون ماتونه له کوم ځايه پيل کړه، مفسرانو پرې خبرې اترې کړې دي. له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې ړومبى يې په شرعي اصطلاح په چل لاس پورې کړ؛ يعنې د سمندر پر غاړه يې ډنډخوله پرانسته او پرېمانه کبان به له اوبو سره ورننوتل؛ خو چې ماښام په سمندر ته ستنېدل؛ خوله به يې ورتړله. بيا به يې د يکشنې پر ورځ د کبانو ښکار پيلاوه او ويل يې: الله تعالی امر را ته کړى، چې پر شنبو به کبان نه ښکاروئ. موږ هم ښکار کړى نه دى؛ بلکې په ډنډونو کې مو را ايسار کړي دي[715].

١٦٥- د ګناهګارانو او پټو خولو هلاکت، له منکراتو د منع کوونکيو ژغورنه: له آيته ګټنه کېږي، چې د ساحلي ښار وسېدوونکي په درېيو ډلو وېشل شوي وو: يوې ډلې بې پروا ګناه او سرغړاندي کوله. دويمې ډلې سرغړاندي نه کوله؛ خو د ګناهګارانو پروړاندې چوپه خوله وو او له ګناهونو يې نه منع کول او پر ناهيانو او منع کوونکيو يې هم نيوکه کوله، چې کار مو بې ګټې دى؛ ځکه پر ګناهګارانو اغېز نلري. درېيمې ډلې، سرغړاندي له ګناه منع کول او ځان يې د الله تعالی پروړاندې مسوول ګاڼه. ددې آيتونو د ظاهر له مخې، له دې درېيو ډلو (ګناهګاران، پټه خوله او ناصحان) يوازې روستۍ ډله يې له الهي سزا بچ شوه او په کوم ډول، چې په رواياتوکې راغلي، چې پوه شول نصيحتونه يې اغېزمنېږي نه، خپه شول او و یې ويل: له ښاره وځوو. د شپې بېديا ته ووتل او اتفاقاً پر هماغه شپه، دواړه ډلې په الهي سزا کې راګېرې شوې. دا آيت يو الهي قانون ته اشاره لري او هغه داچې که څوک د ظلم مخنيوى ونکړي يا لږ تر لږه نصحيت ونکړي او په پاى کې د ظلم له چاپېرياله مهاجرت ونکړي، د ظالمانو په ظلم او ګناه کې ګډونوال دی او لکه څنګه چې ظالمان د عذاب وړ دي، هغوى هم د عذاب وړ دي. د سبت اصحابو په باب له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې راغلي دي: ((دوه ډلې هلاکې شوې او يوازې ناهيان وژغورل شو))؛ البته پام مو وي، چې ښکاريان مسخ شول او هغوى چې له منکره منع نه کوله، سزا يې احتمالاً هلاکت و؛ که څه ګناهګاران له منع کېدو څو ورځې روسته (د رواياتو له مخې) هلاک شول. [716]

((وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الأَرْضِ أُمَمًا مِّنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَلِكَ وَبَلَوْنَاهُمْ بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ =))

١٦٧- يهود به د آرام مخ و نه ويني: مفسرانو، ددې آيت په تفسير کې پرېمانه احتمالات ورکړي دي. ځينو ويلي: منظور دادى، چې دا سرغړانده ډله به بيخي د ارامۍ مخ و نه ويني، که څه ځانته دولت او حکومت جوړ کړي، بيا به هم تر همېشني دباو او خپګان لاندې وي؛ خو داچې په رښتيا خپل دود او خوى واړوي او له ظلم او فساده لاس واخلي. ځينو ويلي: له دې آيته مطلب، د ((برزخ نړۍ)) ده او له ((هغه چې تر قيامته به يې عذاب کړي)) مطلب، د عذاب پرښتې دي، چې په ((برزخي نړۍ)) کې يې تر قيامة عذابو ي[717].

((فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُواْ الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَـذَا الأدْنَى وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُ يَأْخُذُوهُ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لاَّ يِقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِ وَالدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ =))

١٦٨- لورنې او سختۍ؛ الله تعالی ته د ورستنېد دوه لاملونه: د ((وقطعناهم فى الارض امماً)) غونډله پر ځمکه د يهودو خورېدو ورېدو ته اشاره ده. له ((حسناتو)) مطلب، هر ډول نعمت، سوکالي او آرامي ده او له ((سیئاتو)) مطلب هر ډول خپګان او سختي ده؛ يعنې کله مو وهڅول، سوکاله مو کړل او لورنه مو پرې وکړه، چې د شکر ايستو حس پکې راولاړ شي او حق ته را ستانه شي او کله اپوټه، په سختيو کې مو ورډوب کړل، چې د ځانپالۍ، ښاڅمنۍ او پیسمني – کبر او غرور له خره راکوز شي او خپلې ناوسۍ ته يې ورپام او ښايي راويښ شي او الله تعالی ته وروګرځي. په دواړو حالاتو کې موخه، روزنه، ښيون او حق ته يې ستنېدا وه [718].

((وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتَ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ =))

١٧١- پر بني اسراييلو له پاسه د طور غر: تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیهڅخه روايت دى: ((الله تعالی تورات پر بني اسراييلو را کوز کړ؛ نو و يې نه مانه. له همدې لامله، الله تعالی پرې د سينا طور غر له پاسه کړ، بيا موسى علیه السلام وویل: که د تورات لارښوونې و نه منئ، دا غر به درولوېږي، بيا يې ومنلې او سريې ورټيټ کړ.))

((أَوْ تَقُولُواْ إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ= ))

 ١٧٢- توحيد؛ د فطرت دين: دا آيت او ورپسې دوه آيتونه، فطري توحيد او د انسانانو د ارواحو په تل کې پر الله تعالی د ايمان شتون ته اشاره کوي. ددې آيت په تفسير کې د مفسرانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې شوي دي. يو تفسير يې، چې د آيت له ظاهر سره نژدې دى، دادى، چې له دې ژمنې مطلب، دا ستعدادونو او وړتياوو نړۍ، د فطرت ژمنه، تکوين او پنځون دى؛ په دې توګه هغه مهال، چې د آدم اولاده، د پلرنونو له صلبه د ميندو زيلانځ (چې د ذراتو په بڼه وي) ته ورننووځي؛ نو الله تعالی د توحيد د حقيقت د درک استعداد، وړتيا او چمتووالى ورکړى دى؛ هم يې په خټه او فطرت کې دا الهي خواله د يو دننني او ذاتي حس په بڼه په ډالۍ ورايښوول شوى او هم يې په عقل کې د يو ځانخبري حقيقت په بڼه؛ نوځکه ټول بشري وګړي توحيدى روح لري او الله تعالی ترې د پنځون او تکوين په ژبه پوښتلي او ځواب يې هم پرهمدې ژبه دى. ددې تفسير له مخې، په دې آيت کې، چې پوښتنه او ځواب راغلى او هم کو مې ژمنې ته چې اشاره شوې، يو فطري تړون دى، چې همدا اوس هم، هر څوک يې په خپل ځان کې اثار او نښې مومي او ان د ارواپوهانو د څېړنو له مخې، ديني حس، د انساني ناځانخبرې اروا يو آريز حس دى او همدا حس دى، چې بشر يې په تاريخ کې الله تعالی نمانځنې ته ورسيخ کړى او ددې فطرت په شتون کې، د پلرونو د پوتپالنې پلمه نيواى نشي. د روم سورت په ٣٠آيت کې لولو: ((نو خپل مخ دې د پالونکي (ساهو) دين ته ورسم کړه، دا فطرت دى، چې الله تعالی پرې انسانان پيدا کړي دي، په الهي پنځون کې ادلون بدلون نشته، دا هماغه سم دين دى؛ خو ډېرى خلک نه پوهېږي[719])).

((وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ =))

١٧٥- بلعم باعورا: ددې آيت په تفسير کې له امام رضا رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((دا آيت د ((بلعم باعورا)) په نامه د يوه تن په باب دى، چې د الله تعالی له ((اسم اعظم)) څخه خبر و، او چې هره دعا يې پرې کوله قبلېده؛ خو (د ځانپالنې له لامله) فرعون ته ورمات شو. هغه مهال، چې فرعون د موسى علیه السلام او ملګرو نیوو ته یې ور روان شو؛ نو بلعم ته يې وويل: له خدايه وغواړه، چې موسى او ياران يې زموږ په لومه کې راښکېل کړي. بيا بلعم پر خپل خره سور شو، چې موسى ولټوي. خر نه تله. بلعم يې وهل پيل کړل؛ بيا الله تعالی څاروى په خبرو کړ او و یې ويل: پر تا افسوس، ولې مې وهې؟ غواړې درسره ولاړ شم، چې د الله تعالی استازی او مؤمنان ښېرا راته وکړي؟ بيا بلعم دومره وواهه، چې ومړ. دا مهال ((اسم اعظم)) ترې واخستل شو او دا ده، د الله تعالی د وينا مانا: ((خو (په پاى کې) ځان يې ترې وايست او. . . [720])) امام باقررحمة الله علیه تردې آيتونو لاندې ويلي: ((دا آيتونه، د بلعم په هکله دي، بيا الله تعالی دا هر هغه مسلمان ته بېلګه کړه، چې ځاني غوښتنې ته پر الهي ښيون غوراوى ورکړي.[721])).

((وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

١٧٩- د پېريانو او انسانانو د پنځون موخه: دا آيت وايي: ((ډېرى پېريان او انسانان مو دوزخ ته پيدا کړي دي)) شونې ده ذهن ته پوښتنه راشي، چې د ډېرى پېريانو او انسانانو د پنځون روستۍ موخه، د جهنم اور دى، حال دا، د قرآن حکیم نورو آيتونو، روستۍ موخه د الله تعالی عبادت، پرمختگ، بشپړتيا، نېکمرغي او الهي لورنې ته وررسېدل ښوولي دي. که د قرآن حکیم آيتونه يو د بل ترڅنګ کېدو، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي. د پېريانو او انسانانو د پنځون د موخې داستان، دې ته ورته دى، چې يو نجار ووايي دا لرګي، چې مې راغونډ کړي، يوه زياته برخه يې د ښکليو ورونو جوړولو ته ده او بله ډېره برخه يې سوځولو او بلولو ته ده. صاف او مزبوت لرګي لومړۍ برخې ته لګوم، شډل، او ناکاره لرګي دويمې برخه ته. په حقيقت کې نجار دوه ډوله موخې لري: اصلي موخه او تبعي موخه. آريزه موخه يې د ورونو، کړکيو او آلماريو جوړول دي او ټولې هڅې يې په همدې لار کې لګي؛ خو کوم لرګي يې، چې دې چار ته نه لګي؛ نو ناچاره يې سوځېدو ته بېلوي، چې دا يو تبعي موخه ده، نه آريزه. دا مثال زموږ له ويينې سره يوازې په دې توپير لري، چې يو له بل سره د لرګيو توپير اختياري او په خپل واک کې يې نه دى؛ خو د انسانانو توپير يې په خپلو کړنو پورې اړه لري او په خپل واک کې يې دي. په بل تعبير، د قرآن حکیم د ګڼ شمېر آيتونو د څرګندنې له مخې، ټول يې پاک پيدا کړي او د نېکمرغۍ او بشپړتيا وزلې يې په واک کې ورکړي؛ خو يوه ډله په خپلو کړنو، ځان په دوزخ کې راګېروي او پايله يې سپېره او تياره ده او بله ډله په خپلو کړنو، ځان جنتي کوي او د چار پايله يې نېکمرغي او رڼا ده[722].

((وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ =))

١٨٠ – اسماء الحسنى: د الله تعالی غوره نامې، د پالونکي ډولاډوله صفتونه دي، چې ټول ((حُسنی)) دي. پوهېږو، چې الله تعالی عالم، قادر، عادل، جواد، کريم او رحيم دى او همدغسې د پرېمانه ښو صفتونو خاوند دى. په دې نامو د الله تعالی له يادولو او بللو مطلب دا نه دى، چې دا الفاظ په خوله ووايو او مثلاً ووايو: يا عالم، يا قادر، يا ارحم الراحمين او. . . بلکې د شونتيا تر بريده يې په خپل تن کې پلي کړو؛ د پوهې له رڼا يې، د ځواک او ځواکمنۍ له وړانګې يې، او د بې پايه لورنې يوه څنډه يې په موږ او ټولنه کې پلې شي او په بله وينا، په اوصافو يې متصف او په اخلاقو يې متخلق شو. ددې آيت په تفسير کې له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې لولو: ((پر الله تعالی قسم، موږ د الله تعالی غوره نامې يوو)) دې ته اشاره ده، چې د الهي صفاتو پياوړې رڼا د پاکلمنو او سپېڅليو اهلبيتو په وجود کې منعکس شوې ده او پېژندل يې د الله تعالی له پېژندګلوۍ سره مرسته کوي. څرګنده ده، چې د الله تعالی ګرسره نامې غوره دي؛ خو لکه چې له احاديثو ګټنه کېږي، له صفاتو يې ځينې ډېر اهمیت لري او ښايي په دې آيت کې، چې ((اسماء الحسنى)) راغلي، همدې ځانګړو صفاتو ته اشاره وي. له رسول الله (ص) او د اهلبيتو له امامانو، چې کوم روايات رارسېدلي، دا مطلب پکې ډېر ليدل کېږي، چې الله تعالی (٩٩) نامې لري چې څوک الله تعالی پرې وبلي، دعا يې قبلېږي او چې څوک يې په شمېرو وايي؛ نو جنتي دى. بايد پام مو وي، چې له دې، رواياتو مطلب، دا نه دى، چې دا نامې داسې ولولو، چې منځپانګې ته يې مو پام نه وي؛ بلکې موخه دا ده، چې انسان په دې نامو او صفاتو ګروهه ولري او بيا هڅه وکړي، چې تر وسې وسې يې مفاهيم پر ځان پلي کړي؛ يعنې مثلاً که الله تعالی جواد او سخي دى، موږ هم دغسې وسوو، په ډاګه ده، چې دغسې يو څوک جنتي دى او دعا به يې هم قبلېږي[723].

((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ =))

١٨٨- د پېغمبرانو غيبي خبرتيا؛ يوه الهي لورنه ده: يو شمېر وګړي، چې محدوده مطالعه لري او يوازې يو آيت ته يې سرسري پام وي او د قرآن حکیم نورو آيتونو ته يې پام نه وي (و ان کوم قراين، چې پخپله آيت کې دي)؛ نو پرېکړه کوي چې دا آيت په مطلق ډول د پېغمبرانو د غيبو د علم پر نفې دليل دى، حال دا، دا آيت، له رسول الله(ص) نه بالذات خپلواک او مستقل علم نفې کوي؛ لکه چې په مستقل ډول يې د هر ډول ګټې او زيان مالکيت ترې نفې کړى دى؛ سره له دې شک نشته، هر انسان ځان او نورو ته د ګټې او تاوان مالک دى؛ نوځکه د آيت لومړۍ غونډله ((ووايه، چې زه خپل ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛ خو څه چې الله تعالی وغواړي)) پردې څرګنده ګواه ده، چې موخه، په مطلق ډول د ګټې او تاوان د مالکيت نفې يا د غيبو علم نه دى؛ بلکې موخه د خپلواکۍ نفې ده. په بل تعبير، رسول الله له ځانه پر څه نه پوهېږي؛ بلکې پر هغه څه پوهېږي، چې الله تعالی د غيبو او خوالو له نړۍ ترې خبر کړى دى. د جن سورت په ٢٦او ٢٧ آيتونو کې لولو: (((هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوک د خپلو غيبو (پر خوالو) نه پوهوي؛ خو هغه استازي، چې غوره کړي يې دي))[724]. عقل هم جوتوي، چې رسول الله او امامان د غيبو د خوالو د يوې برخې له بې خبرېدو، په پوره توګه خپله دنده ترسره کولاى نشي. توضيح داچې پوهېږو، له زماني او مکاني پلوه د پېغمبرانو او امامانو د ماموریت کړۍ ډېره پراخه ده په تېره چې د پېغمبر د رسالت او د امامانو امامت نړيوال او تلپاتې دى؛ يعنې هم د ځمکې ګرد مخ رانغاړي او هم تر قيامته ګرسره زمانې او وختونه. ايا څوک چې د يو ولايت والي وي؛ نو کړاى شي خپلې ولايتي چارې ترسره کړي، چې د ولايت د خلکو له اوضاع خبر نه وي، د ولايت د امکاناتو، ځانګړنو او بې برخيو ناخبره وي؟ بېشکه ولايت به ونشي کړاى، يو پېغمبر، چې ګردې نړۍ ته تر قيامته رالېږل شوى، که د خپل ماموريت تر روستۍ ورځې پورې د نړۍ له وضع ناخبره وي؛ نو څنګه خپل رسالت ترسره کولاى شي؟! څرګنده ده، چې له معمولي لارو يې ټولې پېړۍ او وختونه ليدلى نشول، چې له ټولو اقوامو او ټبرونو باخبر وي؛ نو (په الهي ښوونو يې) بې د غيبو له علمه بله لار نه درلوده. پردې سربېره، ماموريت يې د ټولنې ظاهر او باطن او د انسانانو دباندې او دننه رانغاړل او اوېجه (قلمرو) يې يوازې ظواهر نه وو. امام صادق رحمة الله علیه يو راوي ته وايي: ((ايا فکر کوې، شونې ده الله تعالی پر خپلو بندګانو يو پالندوى وګوماري او يو خليفه وروټاکي او د خلکو د چارو خوالې ترې پټ وي؟!)) همدا مانا يې په څرګنده په بل روايت کې راوړې ده: ((چې څوک ګومان کوي، الله تعالی کوم بنده پر ځمکه خپل حجت کړى وي، بيا يې ټولې اړتياوې ترې پټې کړې وي؛ نو پر الله تعالی يې ستر تور لګولى دى))[725].

((فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحاً جَعَلاَ لَهُ شُرَكَاء فِيمَا آتَاهُمَا فَتَعَالَى اللّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ=))

١٨٩- صالح اولاد؛ الهي پېرزوينه: له ((يوه تن او مېرمن يې)) مطلب، د ښځو او مړونو ډول دى؛ نه حضرت آدم علیه السلام او حوا؛ يعنې الله تعالی ټول له يوه ډوله وپنځولئ؛ لکه ستاسې مېرمن يې هم ستاسې له جنسه کړې. په دې حال کې، دا آيت او ورپسې آيتونه د انسانانو ډول ته اشاره کوي، چې د اولاد د زوکړې د انتظار پرمهال، دعا کوي او له خدايه صالح او ښايسته اولاد غواړي او د ټولو وګړيو په څېر، چې ځان له ستونزو سره د مخامخېدو پروړاندې په خطرکې ويني، په پوره اخلاص د الله تعالی درشل ته ورځي او ژمنه ورسره کوي، چې د اړتيا تر پوره کولو روسته يې شکر ايستونکى وسي؛ خو چې اولاد وزېږېد يا يې ستونزه لرې شوه؛ نو ټولې کړې ژمنې هېروي. کله وايي: که اولاد مې روغ رمټ او ښکلى دى خپل موروپلار ته ورغلى او د وراثت قانون دى. کله وايي: زموږ د خوړو ډول او نور شرايط ښه وو، چې زوکړه داسې وه او کله خپلو بوتانو ته مخ وراړوي او وايي: اولاد ته مې، بوتانو نظر کړى او. . . په ټوليز ډول د پالونکي د پیدايښت ونډه ناليدلي بولي او ددې پېرزوينې آريز دليل يوازې طبيعي عوامل يا بوتان ګڼي[726].

((وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

١٩٩- د مشرانو او مبلغانو څلور مهمې دندې: له امام صادقرحمة الله علیه نه روايت شوى، چې په قرآن حکیم مجيد کې په اخلاقي موضوعاتو کې تردې آيت هر اړخيز آيت نشته. په ځينو رواياتو کې راغلي، چې دا آيت رانازل شو؛ نو رسول الله(ص) له حضرت جبرييل څخه په څرګندنه وغوښته، چې څرنګه له خلکو سره نرمي وکړي او سختي ونکړي. حضرت جبرييل علیه السلام وويل: نه پوهېږم؛ بايد له هغه وپوښته، چې پوهېږي. بيا پر رسول الله(ص) راکېووت او و يې ويل: محمده! الله تعالی درته امر کوي، چې هغوى عفوه کړې، چې ظلم يې درباندې کړى، هغوى ته يې ورکړې، چې ته يې بې برخې کړى يې او له هغوى سره اړيکې ټينګې کړې، چې يې درسره شلولې دي. دا آيت او ورپسې آيت، رسول الله(ص) ته د خطاب په بڼه د مشرانو او مبلغانو څلور مهمې دندې په نښه کوي: په پيل کې نرمي کول او سخت دریځي نه کول او د خلکو د بښنې د منلو سپارښتنه کوي. ښکاره ده، که مشر او مبلغ، سخت دریځه وي؛ نو خلک ترې ژر خپرېږي او پر زړونو به خپل نفوذ له لاسه ورکړي. بيا ورته سپارښتنه کوي، چې خلک نېکيو ته وبله، دې ته په اشاره، چې د سخت دریځۍ د پرېښوولو مفهوم، غوړه مالي نه؛ بلکې بايد مشران او مبلغان، ګرسره حقايق ووايي او خلک حق ته وبلي او څه پرېنږدي. په درېيم پړاو کې سپارښتنه کوي، چې د ناپوهانو پروړاندې به له زغمه کار اخلي؛ ځکه مشران او مبلغان په خپل بهير کې له متعصبو، ځېلي، ناپوه او بدخويه وګړيو سره مخېږي او پردې ستونزې بريا، له ناپوهانو سره لاس وګرېوانېدل نه؛ بلکې غوره لار زغم او دا ډول چارې ناليدلې ګڼل دي. په ٢٠٠ آيت کې، د ديني مشرانو او مبلغانو څلورمه دنده اوڅار شوې، چې د شيطاني وسوسو پروړاندې به الله تعالی ته پنا وړي او مرسته به ترې غواړي؛ ځکه تل يې پر لار، د مقام، چوکۍ، مال او شهوت په بڼه شيطاني وسوسې ورښکارېږي او شيطان او شيطان صفتي هڅه کوي، چې په وسوسو يې له خپل بهيره کاږه کړي[727].

((وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لاَ يُقْصِرُونَ =))

٢٠١- له ګناه سره د مخامخېدو پرمهال د الله تعالی ياد؛ انسان ته ليد وربښي: ابوبصير، د امام صادق رحمة الله علیه يو يار وايي: ددې آيت په اړه مې امام وپوښت راته يې وويل: ((هغه بنده ته اشاره ده، چې د يوې ګناه هوډ کوي؛ خو الله تعالی يې رايادېږي او له ګناه لاس اخلي))[728]. د((فاذا هم مبصرون؛ د الله تعالی د ياد پرمهال، سترګې يې د حق ليدونکي کېږي)) غونډله دې حقيقت ته اشاره ده، چې شيطاني وسوسې د انسان پر باطني ليد پرده اچوي؛ چې لار له څاه، دوست له دښمن او ښه له بدو نه پېژني؛ خو د الله تعالی ياد انسان ته ليد او رڼا وربښي او د واقيعتونو پر ورپېژندو يې وسمنوي؛ هغه پېژندنه، چې پايله يې د شيطاني وسوسو له منګولو ژغورل دي[729].

((وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ =))

٢٠٤- د قرآن حکیم لوستو پرمهال چوپ وسئ: په دې آيت کې د قرآن حکیم لوستو پرمهال ورته د غوږ نيوو سپارښته يو استحبابي حکم دى، چې که څوک قرآن حکیم لولي؛ نور چې په هر حال او ځاى کې وي، د قرآن حکیم په درناوي دې چوپ شي او په پرانستو غوږونو دې د الله تعالی پېغام واوري او په خپل ژوند کې دې الهام ترې واخلي. قرآن حکیم يوازې د لوست کتاب نه؛ بلکې د پوهېدو او درک کتاب او ورپسې عمل دى. دا مستحب حکم دومره موکد دى، چې په ځينو رواياتو کې پر واجب تعبير شوى دى[730].

 

سورة الانفال

د انفال سورت ټوليزه منځپانګه:

لومړى د اسلام د مالي برخو مهمو چارو؛ لکه انفال او غنايمو ته اشاره شوې، چې د بيت المال مهم ملاتړ ګڼل کېږي او بيا يې نورې ويينې راخستي؛ لکه: د رښتینو مؤمنانو ځانګړنې، د بدرغزا داستان، د جهاد احکامو يوه غټه برخه، د دښمن پرلپسې بريدونو پروړاندې د مسلمانانو دندې، د رسول الله (ص) هجرت او د ((ليلة المبيت)) تاريخي شپې داستان، له اسلام وړاندې د مشرکانو وضع او کږنې انګېرنې يې، د کار په پيل کې د مسلمانانو د ناوسۍ څرګنوالى او بيا يې د اسلام په رڼا کې پياوړتيا، د خمس (پينځمې) حکم او د ويش څرنګوالى يې، په هر وخت او ځاى کې جهاد ته د پوځي، سياسي او ټولنېز چمتووالي لزوم، پر دښمن د مسلمانانو د مانيزو ځواکونو پياوړتيا، که څه ظاهري شمېر يې لږ وي، د جګړې د بنديانو او ورسره د چلن حکم، مهاجرين او هغوى چې هجرت يې ونکړ، د منافقينو د پېژندګلو لار او ورسره مبارزه او په پاى کې يو لړ رغوونکي اخلاقي او ټولنيز موضوعات [731].

((يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ =))

١- انفال: تردې آيت لاندې څو شأن نزوله روايت شوي دي. د ټولو رواياتو ګډ ټکى دادى، چې مسلمانانو د بدر تر غزا روسته، د ولجو د وېش پر سر اړپېچ وکړ، له رسول الله(ص) يې هوارۍ وپوښت. الله تعالی دا آيت نازل او و یې ویل، چې د ولجو وېش د مسلمانانو په واک کې نه؛ بلکې ولجې او وېش په الله تعالی او د ده په استازي پورې تړاو لري. بيا رسول الله(ص) ولجې پر مسلمانانو يو رنګ ووېشلې[732]. که څه دا آيت د جګړيزو ولجو په باب راغلى؛ خو مفهوم يې ټوليز او عمومي حکم دى او ټول اضافي مالونه (؛ يعنې څه چې خصوصي مالک نه لري) رانغاړي. په همدې دليل، موږ ته، چې د اهلبيتو عليهم السلام له لارې کوم روايات رارسېدلي، انفال ته پکې پراخ مفهوم ويل شوى دى[733].

١- د وګړيو د پخلاینې فضيلت: د وګړيو ترمنځ پوهاوی (تفاهم) راپيدا کول، د دښمنيو او کېنو له منځه وړل او په خوږلنۍ، صميميت او دوستۍ يې اړول، له اسلامي خورا مهمو کړلارو ځنې دی. په اسلامي ښوونو کې، دې موضوع ته دومره اهميت ورکړاى شو، چې يو غوره عبادت يې ښوولى دى. حضرت علي کرم الله وجهه ، چې د شهادت پر بستره پروت و، خپلو زامنو ته يې په روستي وصيت کې وويل: ((الله تعالی په پام کې ونيسئ! الله تعالی په پام کې ونيسئ! او خپلمنځي پخلاینه وکړئ، چې ستاسې له نيکه؛ رسول الله مې اورېدلي، چې يې ويل: د خلکو ترمنځ پخلاینه تر ټولو (مستحبي) لمونځونو او روژو غوره ده))[734].

((وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ =))

 ٧- د بدر غزا سريزې: مدينې ته د رسول الله(ص) له هجرته څه موده روسته، مسلمانان خبر شول، چې د ابوسفيان په مشرۍ د قريشو سوداګريز کاروان له شام ځنې مکې ته ورستنېږي. رسول الله(ص) خپل اصحابو ته امر وکړ، چې د هغو ځورونو د غچ اخستو او جبيره کولو لپاره دې د کاروان لورى ډب او مالونه دې يې په ولکه کې کړي، چې مشرکانو، مسلمانانو ته رسولي وو. ابوسفيان په مدينه کې د خپل يو دوست له لارې خبر شو او مکې ته يې د مرستې غوښتنې لپاره يو استازى ورولېږه. داچې ډېرو مکيانو په کاروان کې برخه درلوده په بيړه د يو شمېر مکي مشرانو په ګډون راغونډ شول، چې د ابوجهل په مشرۍ له (٩٠٥) تنو جنګي وګړيو ٧٠٠ اوښانو او ١٠٠ سرو آسونو سره راوخوځېدل. بلخوا ابوسفيان د ځان د بچاوي لپاره خپله لار بدله کړه او په بيړه يې د مکې لار ونيوه. رسول الله (ص) د هغه وخت له ټولو ٣١٣ تنو مبارزو مسلمانانو سره د مکې او مدينې ترمنځ د ((بدر)) سيمې ته رسېدلى و، چې د قريشو د لښکر له خوځېدو خبر شو. دا آيت په هغو شرايطو کې د مسلمانانو وضيعت شرحوي[735].

((إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُرْدِفِينَ= ))

((وَمَا جَعَلَهُ اللّهُ إِلاَّ بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ=))

٩ او ١٠ – پرښتې د مسلمانانو مرستې ته ورځي: له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت شوى: ابوجهل د بدر پر ورځ د دواړو لښکرو له مخامخېدو روسته وويل: خدايه له موږ دواړو، چې کوم يو ملاتړ ته وړ يو، ملاتړ يې شه. مسلمانانو هم له خدايه ملاتړ وغوښت. بيا الله تعالی پرښتې رانازلې کړې. د امام باقررحمة الله علیه په يو روايت کې راغلي: ((چې رسول الله(ص) د مشرکانو ډېرښت او د مسلمانانو کمښت وکوت، مخ پر قبله شو او و يې ويل: خدايه! د څه ژمنه دې چې راسره کړې، وفا پرې وکړه. خدايه! که دا ډله (اصحاب مې) هلاک شي؛ نور پر ځمکه څوک نشته، چې دې ونمانځي، په دعا يې لاسونه اسمان ته نيولي ول او دعا يې دومره اوږده شوه، چې له اوږو يې چپن راولوېده، الله تعالی یې دعا ومنله او پرښتې يې راولېږلې))؛ البته پرښتې د مؤمنانو زېري؛ خوشحالۍ او د زړونو ډاډېنې ته راغلې وې، نه داچې کافران ووژني؛ لکه چې دې ټکي ته د همدې سورت په ١٢آيت کې اشاره شوې ده. دا مانا د ځينو تاريخپوهانو دا خبره تاييدوي، چې: پرښتې ددې لپاره راغلې نه وې، چې مشرکان ووژني او د هغوى يو تن يې هم و نه واژه؛ درېيمه برخه يا نيمايې مشرکان علي کرم الله وجهه ووژل او دوه برخې يا پاتې نيم يې نورو مسلمانانو ووژل. د پرښتو دنده يوازې دا وه، چې د کافرانو په نظر کې د مسلمانانو شمېر زيات وښيي او د مسلمانانو زړونه ټينګ کړي او د مشرکانو په زړونو کې دبدبه، وحشت او ډار واچوي[736].

((إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَامَ=))

١١- د بدر غزا په مخکې شپه کې مسلمانانو ته د الله تعالی دوه لورنې: دا آيت د بدر په پېښه کې پر مؤمنانو د الله تعالی نورو لورنو ته اشاره کوي. مسلمانان له جګړې په ورمخکې شپه کې سخت پرېشانه ول، چې سبا به د مشرکانو له پوره سمبال وسلوال پوځ سره څه کوي. الله تعالی پرې پرکالي راوړه، چې سبانۍ جګړې ته چمتو شي. بلخوا داچې مشرکانو ژر اوبو ته لاسرسى موندلى و، پر مسلمانانو يې اوبه بندې کړې وې، چې اړتيا يې ورته درلوده. الله تعالی پرې باران ووراوه، چې خپلې اړتياوې پرې لرې کړي. د باران بل خاصيت دا و، چې د مسلمانانو مخې ته ځمکه يې – چې شګلنه وه او پښې پکې ښویېدې – ټينګه کړه او په دې توګه مسلمانانو په مزبوتو ګامونو، ډاډمنو زړونو، الله تعالی ته هيلمن او په پاکو ارواوو او تنو د بد ډګر ته ورودانګل[737].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ زَحْفاً فَلاَ تُوَلُّوهُمُ الأَدْبَارَ= ))

((وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفاً لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاء بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ= ))

١٥-او ١٦. له جګړې تېښته؛ يوه ستره ګناه: له جګړې تېښته، په اسلام کې يوه ستره ګناه شمېرل کېږي؛ البته د قرآن حکیم ځينو آيتونو ته په پامينوي، په دې شرط، چې د دښمن شمېر حداکثر د مسلمانانو دوه ګرايه وي. امام رضا رحمة الله علیه خپل يو يار ((ابن شاذان)) ته له جهاده د تېښتې د حرامېدو د علت په باب وويل: ((الله تعالی له جګړې تېښته حرامه کړې ده؛ ځکه دا چار د الله تعالی د دين د سپکېدو او د پېغمبرانو او عادلو امامانو د ټيټ ګڼلو لامل دى. هغوى چې له جګړې تښتې، د دښمنانو پروړاندې له پېغمبرانو او امامانو مرسته سپموي؛ نوځکه د الهي سزا وړ ګرځي؛ ځکه په دې چار، د الله تعالی د ربوبيت په منښته (اقرار) کې د پېغمبرانو بلنه، د عدالت راښکاره کولو، د ظلم پرېښوولو او د فساد له منځه وړو ته شا کوي او بلخوا پر مسلمانانو د دښمنانو د جرات لاملېږي او د مسلمانانو د نيوو، وژنې، د الهي دين له منځه وړو او نورو مفاسدو په فکر کې لوېږي)) د حضرت علي کرم الله وجهه له پرېمانه ځانګړنو، چې کله يې هم ځان نورو ته بېلګه ورښووه، همدا د جهاد له ډګره نه تښتېدل وو، وايي: ((زه بيخي له دښمنه تښتېدلى نه يم او چې څوک رامخامخ شوى، په وينو مې يې ځمکه ورسره کړې ده [738]))

((فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـكِنَّ اللّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلاء حَسَناً إِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= ))

١٧- الله تعالی غشي و ورول: په رواياتو کې راغلي، چې په بدر غزا کې نبي کريم (ص)، علي کرم الله وجهه ته وويل: ((يو موټى شګې او کاڼي راکړه)) ور يې کړل، نبي کریم (ص) د قريشي مشرکانو مخې ته وروشیندل او د الله تعالی په اراده، په شګو د ګردو مشرکانو سترګې ډکې شوې. په رواياتو کې څرګنده شوې، چې دې معجزې ډولي چار د مسلمانانو په بريا کې اغېزمنه ونډه درلوده. په هرحال، الله تعالی په دې آيت کې مسلمانانو او رسول الله(ص) ته وريادوي، چې د بدر پېښه او د انساني ځواک او وسلو له اړخ کمزوريو مسلمانانو، چې وسلوالو مشرکانو ته ماتې ورکړه؛ نو دا څه عادي چار نه و؛ خو الله تعالی د پرښتو په رالېږلو د مؤمنانو زړونه ټينګ کړل او د کافرانو په زړونو کې يې ډار او وحشت وغورځاوه او په يو موټي خاورې يې د مسلمانانو له بريا سره مرسته وکړه، چې مسلمانان مشرکان ووژلاى شي او بنديان او ولجې ترې ونيسي؛ نو که په ظاهره، مسلمانانو مشرکان ووژل او رسول الله(ص) يو موټى خاوره پر مشرکانو وشيندله؛ دا بريا د الله تعالی چار و او وړ ده، چې په الله تعالی پورې وروتړل شي[739].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ=))

٢٤- اسلام؛ د ژوندانه دين: دا آيت په ډاګه وايي: د اسلام بلنه، ژوند ته بلنه ده؛ مانیز، توکیز، فرهنګي، وټيز، سياسي، اخلاقي، ټولنيز او. . . ژوند ته دا د اسلام په باب ډېر لنډ او هر اړخیز تعبير دى. که څوک وپوښتني، د اسلام موخه څه ده او اسلام څه را کوي؟ په لنډو وايو: د اسلام موخه، په ټولو اړخونو کې ژوند دى؛ البته ژوند، په بله نړۍ کې همېشنی ژوند او د حى او قيوم الله تعالی ژوند، چې د الله تعالی بې حده پوهه او ځواک دى. د ژونددې درجو او ګرايو ته په پامنيوي، څرګندېږي، که څه د جاهلي پېر خلکو توکیز او حيواني ژوند درلود؛ خو له انساني، مانيز او عقلاني ژونده بې برخې وو. قرآن حکیم راغى او انساني او الهي ژوند ته يې وبلل[740].

٢٤- پر انسانانو او موجوداتو د الله تعالی راچاپېرتيا: شک نشته چې له قلب (زړه) مطلب د انسان روح او عقل دى. دا غونډله دې مطلب ته اشاره کوي، چې الله تعالی په هر ځاى کې حاضر او ناظر دى او پر ټولو موجوداتو راچاپېرتيا لري او عين داچې د هستۍ له موجوداتو سره يو نه دى؛ خو جلا او پردى ترې هم نه دى. مرګ، ژوند، پوهه، ځواک، ارامي، امنيت، توفيق او نېکمرغي، چې دا ټول يې په واک کې دي؛ نوځکه انسان څه ترې پټولاى نشي او نه يې بې له توفيقه څه چار کړاى شي او نه وړ ده، چې بې له خدايه بل ته مخ ورواړوي او څه ترې وغواړي؛ ځکه الله د هر څه مالک دى او د انسانانو پر ټول وجود احاطه او چاپېرتيا لري[741].

((وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ= ))

٢٥ – فتنه: دې آيت څرګنده کړې نه ده، چې کومه فتنه په پام کې ده؛ خو د آيت له سياقه معلو مېږي، چې دا فتنه د حق اسلامي حکومت راپرځول او واګې په ناحقه نيول او د الله تعالی او نبوي سنتو (ص) له پرېکنده احکامو سره مخالفت دى. هو! ددې فتنې ظلم ټولو مسلمانانو ته وررسي او الله تعالی ټول له دغسې فتنې منع کړي دي. د اهلبيتو عليهم السلام په رواياتو کې ددې فتنې د څرګندو مصداقونو لپاره المیزان تفسیر وګورئ[742].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ= ))

٢٧- په امانت کې خيانت خورا ناوړه کړنه ده: خيانت د هغه حق د نه ورکړې پر مانا ده، چې انسان يې د ورکولو ژمنه کړې وي او په مقابل کې يې، امانت دى. امانت که څه معمولاً، مالي امانتونو ته ويل کېږي؛ خو د قرآن حکیم په سول او منطق کې پراخ مفهوم لري، چې د ټولنيز، سياسي او اخلاقي ژوند ټولې چارې رانغاړي، تردې چې په اسلامي رواياتو کې هغه خبرې اترې، چې په خصوصي غونډو کې ويل کېږي او ويوونکى خوښ نه وي، چې خبرې يې له غونډې ووځي؛ نو دا خبرې اورېدونکيو ته يو امانت ګڼل شوي دي؛ نوځکه مسلمانانو ته د اسلام اوبه او خاوره هم الهي امانت؛ اولاد يې ورته امانت دى او تردې ټولو اوچت، قرآن حکیم مجيد او الهي مشران د پالونکي دوه مهم امانتونه شمېرل کېږي. په هر حال په امانت کې خيانت يوه ناوړه ګناه او چې څوک په امانت کې خيانت کوي، منافق دى. په يو حديث کې د رسول الله(ص) له خولې روايت دى: ((منافق درې نښې لري: د خبرو پرمهال دروغ وايي؛ پر ژمنې وفا نکوي او په امانت کې خيانت کوي. دغسې يو تن منافق دى؛ که څه روژه ونيسي، لمونځ کوي او ځان مسلمان وبولي [743].))

((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ= ))

 ٢٨- شتمني او اولاد؛ د ازمېښت وزلې: دا آيت د مخکې آيت په دوام کې دى او مسلمانانو ته وايي، چې د خپلو مالونو او اولادونو په پار، د الله تعالی، رسول الله(ص) او د نورو له امانتونو سره خيانت مه کوئ. پوهېږو، چې ځينو مسلمانانو مدينې ته هجرت کړى و؛ خو مالونه او اولادونه يې په مکه کې پاتې وو او د مشرکانو پام اړونې ته يې د مسلمانانو ځينې پټ رازونه مشرکینو ته ورسول، چې په بدل کې يې له مالونو او اولادونو سره څه کار ونلري، دې آيت مسلمانانو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې تاسې په مالونو او شتمنيو ازمېښتېږئ او هسې نه له دې ازمېښته سرځوړوند راووځئ[744]. په هر حال، انسان په دې دواړو (مال او شتمنۍ) سخت زړه تړلى دى؛ نو موږ ټول بايد د ازمېښت په دې دوو سترو ډګرونو کې، ځانونه الله تعالی ته وسپارو او هوښيار وسو؛ ځکه ډېر وګړي په دې دوو ډګرونو کې ښویېدلي دي[745].

((وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ= ))

٣٣- د رسول الله(ص) شتون او استغفار؛ له عذابه د بچېدنې دوه لاملونه: امام محمد باقر رحمة الله علیه له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه نه روايت کړى: ((د ځمکې پرمخ، دوه څيزونه د الله تعالی له عذابه د امنيت او بچېدنې لامل دي: يو يې اخستل شوى او بل يې پاتې دى؛ پاتې يې واخلئ او منګولې پرې ښخې کړئ؛ خو کوم امان، چې اخستل شوى، رسول الله (ص) و او چې پاتې دى، بښنه غوښتل او استغفار دى (ورپسې يې دا آيت ولوست[746]))

((وَمَا لَهُمْ أَلاَّ يُعَذِّبَهُمُ اللّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُواْ أَوْلِيَاءهُ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ =))

٣٤- يوازې پرهېزګاران د جوماتونو پالندويان دي: که څه دا حکم د مسجدالحرام په باب ويل شوى؛ خو ټول جوماتونه، ديني او مذهبي مرکزونه رانغاړي، چې بايد پالندويان او چارواکي يې پاک او پرهېزګاره وګړي وي، چې دا مرکزونه پاک، ژوندي، د ښوونې روزنې، رښتيا او پوهې سرچينې کړي؛ لکه چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ليدل کېږي، چې نه ښايي يو شمېر ځان پلوري، چټل او په پرديو پورې اړوند وګړي د جوماتونو او اسلامي فرهنګي مراکزو چارواکي وي، چې سوداګړيز مرکزونه يې ترې جوړ کړي او له حقه د پرديتوب او استحمار وزلې کړې يې دي. که مسلمانانو د جوماتو او د يني مراکزو په باب همدا اسلامي لارښوونه پلې کړې واى؛ نو نن به اسلامي ټولنو بله بڼه درلوداى[747].

((وَمَا كَانَ صَلاَتُهُمْ عِندَ الْبَيْتِ إِلاَّ مُكَاء وَتَصْدِيَةً فَذُوقُواْ الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ =))

٣٥- د جاهلي عربو د نمانځنې يوه بېلګه: په تاريخ کې لولو، چې په جاهلي پېر کې به يو شمېر عربانو ځانونه د کعبې د طواف پرمهال لوڅ لغړول، شپیلي وهل او چک چکې يې کولې او دې چار ته يې نمانځنه ويله. همدغسې روايت شوى، چې رسول الله(ص) به د حجرالاسود ترڅنګ مخ پر شمال درېده، چې هم يې کعبې او هم يې بيت المقدس ته مخ وي او پر لمانځه به لګيا کېده؛ خو د بني سهیم د ټبر دوه تنه به يې ښي او کيڼ لوري ته درېدل، یو به چغې وهلې او بل به چک چکې، چې رسول الله(ص) په لمانځه کې وځوروي. چې کله انسان د جاهلي عربو د تاريخ پاڼې لولي او هغه برخې يې، چې په قرآن حکیم کې راغلي؛ نو له څېړنې يې معلو مېږي، چې زموږ په وخت کې، چې د فضا او اتوم زمانه هم يادېږي، داسې کسان شته، چې د جاهليت د زمانې کړنې کوي او ځانونه عابدان هم ګڼي[748].

((لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ =))

٣٧- د ښو او بدو روستي ځايونه: الله تعالی په تېر آيت کې خبر کړو، چې کافران به په خپلو شيطاني موخو کې ناکام شي. تر وسې وسې يې هڅې وکړې او ډېر مالونه يې ولګول، چې الهي رڼا تته کړي او الهي دين له منځه يوسي؛ خو د هڅو پايله به يې يوازې نهيلي وي او په پاى کې به پښېمانه او زيانکاران وي. دا آيت، ددې مطلب دليل وايي: په دې نړۍ کې ټولې کړنې او خوځښتونه، د الهي قانون په چوکاټ کې دي او الهي قانون دادى، چې ښه و بد، پاک و ناپاک يو له بله جلا شي او بدي، چې يو پر بل ډېرى شي؛ نو په پاى کې يې ځاى جهنم شي. هو! جهنم د نابودۍ ځاى دى؛ هغه ځاى، چې د بديو کاروان پکې مېشتېږي او تر ابده د الهي غوسې په اور سوځي؛ خو جنت د ټولو ښو د راغونډېدو ځاى دى او په پاى کې ټولې پاکۍ او ښېګڼې هلته وررسي او تر ابده به هلته وي. دا آيت دې مسلم الهي قانون ته اشاره کوي، چې په پاى کې به هر ښه څيز د ښو آر ته او هر بد څيز به د بديو آر ته ورورسي[749].

((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

٣٩- مهدي عليه السلام پر ځمکه د شرک ختموونکی: له امام صادق رحمة الله علیه څخه تردې آيت لاندې روايت شوى دى: ((تر اوسه ددې آيت نهايي او روستى تاويل او تفسير رارسېدلى نه دى او چې کله ((قائم)) مو راپاڅي؛ نو د هغې زمانې خلک به يې تاويل وويني. پر الله تعالی قسم، د محمد(ص) دين به داسې بريد ته ورسي، چې داسې شپه به راورسي چې د ځمکې پر مخ به کوم مشرک نه وي [750].))

((=))

٤١- خمس (پينځمه): دا آيت، د قرآن حکیم يوازېنى آيت دى، چې د خمس موضوع ته يې اشاره کړې ده. ددې الهي حکم پوره څرګندنه په تفاسيرو، فقهي کتابونو او احکامو کې راغلې ده؛ خو په لنډو څو مهمو ټکيو ته اشاره کېږي: ١- له رواياتو پوهېدل کېږي، چې په دې آيت کې له((ذى القربى)) (خپلوانو) مطلب د رسول الله (ص) ټول خپلوان نه؛ بلکې منظور د اهل بيتوعليهم السلام امامان دي. دې ته په پامينوي، چې دوى د رسول الله(ص) ځايناستي او د اسلامي حکومت مشران وو او دي؛ نو د خمس د يوې برخې ورکولو علت ورته څرګندېږي. په بل تعبير، د الله تعالی برخه، د رسول الله(ص) برخه او د ذى القربى برخه، درې واڼه د اسلامي حکومت په مشر پورې اړه لري. مشر پرې خپل ساده ژوند کوي او پاتې به يې په بېلابېلو هغو ځايونو کې ولګوي، چې د امت مشري يې لازمه بولي؛ يعنې د ټولنې او خلک و د اړتياوو لرې کول. ٢- د رواياتو له مخې، له پلارمړيو، مسکینانو او په لار کې له پاتې شويو، يوازې د بني هاشمو او ساداتو پلارمړي، مسکينان او په لار کې پاتې دي. ٣- د رواياتو (او ان د ((غنيمت)) د لغوي مانا) له مخې، په دې آيت کې له غنيمته مطلب، هر ډول ګټه ده، چې په سوداګرۍ، کسب، کار يا جګړې ترلاسه کېږي او نه يوازې جګړيز غنيمت. ٤- ايا بني هاشمو ته د نيم خمس ورځانګړي کول تبعيض نه دى؟ لومړى، نيم خمس، چې په ساداتو او بني هاشمو پورې تړاو لري، بايد يوازې يې اړمنو ته ورکړاى شي؛ هغه هم د يوه کال اړتياوو هومره او نه ډېر؛ نوځکه يوازې له دې برخې له کاره لوېدلي، رنځور يا پلارمړی کوشنى يا هغه کسان، چې د يو علت له مخې، د خپل ژوند لګښت پوره کولاى نشي، ګټنه کړاى شي او هغوى چې د کار وس لري، او پيسې ګټلاى شي، چې خپل ژوند پرې وکړي، د خمس له دې برخې ګټنه کړاى نشي او د عوامو دا مشهوره خبره ((سادات خمس اخستاى شي؛ که څه د کور ناوه يې له سرو وي))، هېڅ ډول بنسټ نلري. دويم، د بني هاشمو اړمن حق نه لري، چې له زکاته يې ولګوي او پرځای يې د خمس له همدې برخه ګټنه کړاى شي. درېیم د خمس نيمايي، چې د ساداتو ده، که دا برخه د اړمنو ساداتو له اړتيا ډېره وي، بايد بيت المال ته ورکړاى شي او په نورو ځايونو کې ولګول شي؛ لکه چې که د ساداتو برخه، ساداتو ته بسيا نشي، بايد له بيت الماله يا د زکات برخه ورته ورکړاى شي. دې درې ګونو لوريو ته په پامنيوي، څرګندېږي چې په حقيقت کې له مادي پلوه د ساداتو او غيرساداتو ترمنځ هېڅ ډول توپير ايښوول شوى نه دى. د غيرساداتو اړمن، خپل لګښت له زکاته اخستاى شي؛ خو له خمسه بې برخه دي، د ساداتو اړمن هم يوازې له خمسه ګټنه کړاى شي او له زکاته د ګټنې حق نه لري. دلته يوازې دا پوښتنه راولاړېږي، که د پايلو له اړخ د دواړو ترمنځ هېڅ ډول توپير نه وي؛ نو ددې کړلارې ګټه څه ده؟ په ځواب کې يې ويلي: د خمس او زکات ترمنځ دا مهم توپير شته، چې زکات له هغو مالياتو ځنې دى، چې د اسلامي ټولنې عمومي شتمني ګڼل کېږي، په همدې پار لګښت يې عموماً په همدې برخه کې دى؛ خو خمس له هغو مالياتو ځنې دى، چې په اسلامي حکومت پورې اړوند دی؛ يعنې د اسلامي حکومت د غونډال او چارواکیو لګښت ترې تامينېږي؛ نوځکه پر عمومي شتمنيو (زکات) د ساداتو له لاسبرى بې برخېتوب، له دې برخې د رسول الله (ص) د خپلوانو د لرې کېدو لپاره دى، چې مخالفانو ته څه پلمه نه وي، چې ګنې رسول الله(ص) پر عمومي شتمينو خپل خپلوان مسلط او لاسبر کړي دي؛ خو بلخوا د ساداتو اړمن هم بايد له بلې لارې تامين شي. په اسلامي قوانينو کې ددې موضوع وړاندوينه شوې، چې دوى دې د اسلامي حکومت له بودجې برخمن شي او نه له عمومي بودجې. په حقيقت کې، خمس نه يوازې ساداتو ته يو امتياز نه دى؛ بلکې د عامو د مصلحت په پار يو ډول چاره او له دې لامله، چې خلک پرې بدګومانه نشي[751].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ= ))

((وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ=))

((وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاء النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَاللّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ=))

٤٥ و تر٤٧. اوه ګوني پوځي قوانين: الله تعالی پر مؤمنانو په دې آيتونو کې، په اسلامي جګړو او له دښمن سره په مخامخېدو کې ددې اوو موضوعاتو رعايتول واجب کړي دي: ١- ټينګ درېدل. ٢- د الله تعالی ډېر يادول. ٣- د الله تعالی او رسول الله(ص) منل. ٤- د لانجو او شخړو پرېښوول. ٥- زغم او صبر. ٦- د ځاني غوښتونو له مخې نه وتل او د خلکو پروړاندې ځانښوونه کول. ٧- د الله تعالی له لارې د خلکو نه منع کول.

 دا اوه ګونې چارې، پوره او هر اړخيز پوځي قانون دى، چې د مهمو جګړيزو سپارښتنو له ټوله يې څه پرېښې نه دي. که د رسول الله (ص) د زمانې په جګړو (؛ لکه بدر، احد، خندق، حنين او. . . ) کې ځيرنه وشي، دا ټکى راڅرګندېږي، که مسلمانان په کومه جګړه کې بريالي شوي؛ نو دليل يې دا و، چې دا سپارښتنې يې مهمې ګڼلې او پلې کړې يې وې او که په کومه جګړه کې يې ماته کړې، دليل يې دا و، چې دا سپارښتنې يا ځينې يې رعايت کړې نه وې او اهميت يې ورکړى نه و[752].

((وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لاَ غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَّكُمْ فَلَمَّا تَرَاءتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لاَ تَرَوْنَ إِنِّيَ أَخَافُ اللّهَ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ =))

 ٤٨- په مشرکانو کې شيطان: داچې د مشرکانو په زړونو کې د شيطان نفوذ او په بدر کې د خبرو اترو طرح ورسره په څه بڼه وه، مفسرانو پرې ويينه کړې او په ټوليز ډول دوه ګروهې شته: ١- يو شمېر ګروهن دي، چې دا چار په باطني وسوسو شوى؛ يعنې شيطان په خپلو وسوسو او د مشرکانو د منفي او شيطاني ځانګړنو په ګټنې د دوی کړنې يې ښکلې وروبرېښولې او داسې يې وروښووله، چې ناماتى ځواک ورسره دى او يو ډول پناځى او باطني ډډه يې پکې رادبره کړه؛ خو د مسلمانانو تر سرسختو مبارزو او معجزه ډولو پېښو روسته (چې د بريا لامل شوې) د مشرکانو له زړونو ددې وسوسو اثار وڅنډل شول او احساس يې کړل، چې ماتې يې پر برخه ده او د ډډې وهلو ځاى يې نشته؛ بلکې د الله تعالی له لوري سخته سزا ورته سترګې پر لار ده. ٢- يو شمېر ګروهن دي، چې شيطان په انساني بڼه ورانځور شو. په ډېری کتابونو کې په يو روايت کې لولو: ((چې قريشو د بدر ډګر ته د ورتلو ټينګ هوډ ونیو، د بني کنانه د ټبر له بريده ډارېدل؛ ځکه پخوا يې دښمني درلوده، دا مهال، ابليس ورته د بني کنانه د ټبر د مشر((سراقه بن مالک)) په څېره ورغى او ډاډمن يې کړل، چې درسره همغږي يو او څوک درلاسبرېږي نه او د بدر په ډګر کې يې ګډون وکړ؛ خو چې د پرښتو راکېووتل يې وليدل، وتښتېد او لښکر هم، چې د مسلمانانو له لوري ځپل شوى و، د ابليس د چار په کتو مخ پر تېښتې شو، چې څه وخت مشرکان مکې ته ستانه شول، و یې ويل: سراقه بن مالک، د قريشو د تېښتې لامل شو. سراقه له دې خبرې خبر شو او قسم يې وخوړ، چې زه خو بيخي له دې موضوع خبر نه يم او چې د بدر په ډګر کې يې ګڼ شمېر نښې وريادې کړې، له ټولو يې نټه وکړه او قسم يې وخوړ، چې دغسې يو څيز نه وه او بیخي له مکې خوځېدلى هم نه دى او په دې توګه څرګنده شوه، چې نوموړی، سراقه بن مالک نه و)) په دې آيت کې راغلي، ظاهري تعبيرات او خبرې اترې د ابليس له انځورېدو سره همغږي دي[753].

((إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَـؤُلاء دِينُهُمْ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ فَإِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ= ))

٤٩- په آيت کې له منافقانو منظور: مفسرانو پردې خبرې اترې کړي، چې له منافقانو او هغوى چې په زړونو کې يې رنځ دی، منظور څوک دي. دا ډله يا هغه منافقين دي، چې په مدينه کې د مسلمانانو له ليکو سره يو ځاى شوي وو او د اسلام او ايمان اظهار يې کړى و؛ خو په باطن کې ورسره نه وو؛ يا هغوى ول، چې په ظاهره يې په مکه کې ايمان راوړى و؛ خو هجرت يې کړى نه و او په بدر کې د مشرکانو له ليکو سره يو ځاى شوو او چې د کفر د لښکر پروړاندې يې د مسلمانانو لږ شمېر وليدل، په هېښتيا يې وويل: دوى خپل دين غولولي او ډګر ته راوتلي دي. په هر حال الله تعالی يې باطني نيت رابرسېروي او تېروتنه يې راڅرګندوي[754].

((ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَأَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

٥٣- پخپله انسانان دي، چې نعمت اړوي: له امام باقررحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((الله تعالی پرېکونى حکم کړى، کوم نعمت يې، چې پر خپل بنده ورپېرزو کړی، ترې وانخلي؛ خو داچې ګناه وکړي او له لامله يې د بدمرغۍ او نېونې وړ شي)) له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت کې لولو: ((الله تعالی خپل يو پېغمبر يو قوم ته ورولېږه او وحې يې ورته وکړه، چې قوم ته دې ووايه: دا بې استثنا مطلب دى، چې د هر ځاى اوسېدونکي او هر خلک، چې زما د اطاعت په پار په خوشحالۍ کې دي، که له هغه څه واوړي، چې زه يې خوښوم؛ نو زه يې هم د دوى له ښه حالته هغه حالت ته وراړوم، چې ښه يې نه ايسي او د هر ځاى مېشت خلک او هره کورنۍ، چې زما د احکامو د سرغړاندۍ په پار پر عذاب دي، که زما له ناخوښيو هغه څه ته ورواوړي، چې زه يې خوښوم؛ نو زه به يې هم د دوى له ناخوښه حالته، ښه حالت ته ورستانه کړم [755])). له دې آيته ګټنه کېږي، چې د انسان د نفساني او ځاني تحولاتو او ورځېنيو پېښو ترمنځ نېغه اړيکه شته، داسې چې انسان د خپلې دنننۍ اوضاع په اوړېدو، د بهرنيو پېښو د ادلون لاملېږي[756].

((إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللّهِ الَّذِينَ كَفَرُواْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ =))

٥٥- ژمنماتي يهوديان: تېر آيتونه، د مشرکانو د وضيعت، ورسره د جګړې او د دوى د پاى او عاقبت په باب وو. تردې آيت روسته، د جګړې، سولې، تړونونو او ژمنماتۍ او. . . په هکله نور احکام ويل شوي دي؛ البته ٥٥، ٥٦، ٥٧، او٥٨ آيتونه د يهودو پر هغو ټبرونو منطبق دي، چې په مدينه او چاپېريال کې يې مېشت ول. رسول الله(ص) له دې ټبرونو سره تړون وکړ، چې مسلمانانو او پېغمبر ته به څه زيان نه وررسوي او پر ضد به يې چل ول او دسيسه نه کوي او د اسلام له دښمنانو سره به مرسته نه کوي، په بدل کې به پر خپل دين پاتې وي او له امنيته به برخمن وي؛ خو دوى په يو بل پسې خپلې ژمنې ماتې کړې، تردې چې الله تعالی رسول الله ته امر وکړ، چې جګړه ورسره وکړه (د مدينې د يهوديانو د تاريخ په هکله د ډېرو معلوماتو لپاره، تردې آيتونو لاندې د الميزان تفسير ته مراجعه وکړئ[757].)

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ=))

٦٠- له دښمن سره مقابلې ته به پوره تيارسئ شئ: په دې آيت کې د اسلامي جهاد، د مسلمانانو د شتون، وياړ او دبدبې په هکله يو بنسټيز آر ويل شوى او د آيت تعبير دومره پراخ دى، چې پر هر وخت او ځاى کې پوره تطبيقېږي. ((قوة)) پراخه مانا رانغاړي؛ بلکې ټول هغه توکیز يا مانيز ځواکونه، چې په يو ډول پر دښمن باندې په بريا کې اغېزمن وي، رانغاړي؛ نوځکه پردې سربېره، چې بايد د هرې زمانې له پرمختللېو وسلو ګټه واخلو بايد د خپلو پوځيانو د روحيې او ايمان پر پياوړتيا هم لګيا شوو، چې دا هم خورا مهم ځواک دى. همداراز په ((قوت))کې وټیز، فرهنګي او سياسي ځواک هم راځي، چې پر دښمن د بريا لپاره ډېره اغېزمنه ونډه لري او نه ښايي له دې ځواکه غفلت وکړو[758]؛ البته له دې تيارسئ موخه، پر چا يرغل نه؛ بلکې د دښمن ډارول دي؛ هماغه ډار، چې د جګړې د راپېښېدو مخه نيسي. په رښتینه کې همېشه د دفاعي بنسټ پياوړتيا پخپله يوه اغېزمنه دفاع او د دښمن د يرغل پروړاندې يو مخ نيوونکى عامل دى او دا سپېڅلې موخه له عقل او منطق سره اړخ لګوي[759]. په ځينو رواياتو کې لولو، چې رسول الله (ص) ويلي: ((له قوته، مطلب غشى دى)) په بل روايت کې لولو، چې مطلب ترې، هر ډول وسله ده. بيا په يو روايت کې لولو، چې منظور ترې، توره او ډال دى. په پاى کې په بل روايت کې لولو، چې په دې آيت کې د قوت يو مصداق، د سپېنو وېښتانو تورول دي؛ يعنې اسلام ان د وېښتانو تورول، چې پوخمنګي پوځيان، ځوانان برېښوي، چې دښمن وډاروي له پامه غورځولي نه دي او دا راښيي، په دې آيت کې د ((قوة)) مفهوم څومره پراخه دى[760].

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ=))

٦٥- د لسو کافرانو پروړاندې د يو مسلمان جهاد: که څه دا آيت پر لسو تنو د يو تن لاسبری د خبرونې په بڼه راغلى؛ خو د ورپسې آيت ((الان حفف الله عنکم؛ اوس الله تعالی ستاسې له اوږ وپېټى سپک کړ. . .)) له قرينې څرګندېږي، چې مطلب ترې د دندې، کړلارې او دستور ټاکل دي او نه يوازې د يو ساده خبر، خبرول او په دې توګه نه بايد مسلمانان ددې منتظر وي، چې له دښمن سره د جنګياليو له پلوه مساوي شي؛ بلکې که شمېر يې د دښمن لسمه برخه وي، بيا هم جهاد واجب دى[761]. بايد پام مو وي که څه دا آيت او ورپسې آيت يو ځاى رانازل شوي، په دوو بېلابېلو وختونو کې مو د مؤمنانو له وضعيته خبروي او په هر يو حالت کې يې دنده ورپه ګوته کوي. يو په هغې زمانې پورې اړوند دى، چې مؤمنان د الهي ليد له پلوه اوچت او له روحي پلوه پياوړي وي، چې په دې حال کې، هر يو يې له لسو تنو سره مقابله کوي، بل يې هغه وخت دى، چې د ليد او روحي ځواک له پلوه په ټيټه کچه کې دي، چې په دې حال کې هر يو يې له دوو تنو سره مبارزه کوي[762]. مهم پاموړ ټکى دا دى، چې الله تعالی ددې حکم دليل د بې ايمانه دښمنانو ناپوهي ښوولې ده. په پيل کې دا علت هېښنده په نظر رسي، چې د ((پوهې او بريا)) يا ((ناپوهۍ او ماتې)) ترمنځ څه اړيکه شته؛ خو ترمنځ يې نژدې او ټينګه اړيکه شته؛ ځکه مؤمنان خپله لار ښه پېژني، د پنځون موخه او ځان ښه پېژني او په دنيا او آخرت کې د مجاهدينو له مثبتو پايلو باخبره دي. پوهېږي، چې ولې مبارزه کوي او د کو مې سپېڅلې موخې په لار کې سرښندنه کوي او که په دې لار کې شهيد او ځار شي، له چا سره يې حساب دى، دا څرګند بهير، پوهه، زغم او استقامت وربښي؛ خو بې ايمانه وګړي يا بوتپالي سم نه پوهېږي، چې چاته مبارزه کوي او که په دې لار کې ووژل شي، څوک به يې د وينې بدله ورکړي او يوازې ړندې لاروۍ او عادت او يا وچ کلک او بې منطقه تعصب يا يې د توکیز ژر تېرېدوونکيو خوندونو لاس ته راوړو لپاره خپله لار نيولې او د لارې تيارې، له موخې ناخبرتيا، د چار پر پاى ناپوهۍ او د مبارزې پر پايلې نه پوهېدل يې اراده سستوي، وس او زغم ترې اخلي او کمزوروي يې[763].

((مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =))

٦٧- له پوره بريا وړاندې، د بنديانو نيونه منع ده: دا آيت، د مسلمانانو پام دې حساس جګړيز ټکي ته وراړوي، چې مسلمانان دې دښمن له پوره ماتې وړاندې، نبايد د بنديانو د نيوو په فکر کې وي؛ ځکه له يو شمېر رواياتو ګټنه کېږي، ځينو نويو مسلمانانو د بدر په ډګر کې هڅه کوله، چې تر شوني بريده دښمنان بنديان کړي؛ ځکه د هغې زمانې د جګړو د روږد له مخې، تر جګړې روسته يې د فديې يا فدا په نامې ډېرې پيسې اخستې او بنديان يې ورخوشې کول. شونې ده دا چار ځينې وختونه ښه وګڼل شي؛ خو د دښمن د پوره ماتې له ډاډمنېدو مخکې، يو خطرناک چار دى؛ ځکه د بنديانو پر نیونې بوختيا، د لاسونو يې تړل او مناسب ځاى ته يې ورلېږد، په ډېرى وختونو کې، جنګيالي د جګړې له آريزې موخې ډب کوي او ډېر ځل دردېدلي دښمن ته شونتيا ورکوي، چې خپل بريدونه سخت کړي او جنګيالي وځپي؛ لکه چې د احد په غزا کې يو شمېر مسلمانان، چې د ولجو په راټولولو بوخت شول او دښمن له فرصته کار واخست او پر مسلمانانو يې روستى ګوذار وکړ؛ نوځکه د بندي نيونه، يوازې هله روا ده، چې پر دښمن له پوره بريا ډاډ ترلاسه شوى وي، که نه په ځپنده ګوذارونو دې يرغلګر دښمن وځپي؛ خو په مازې، چې له موضوع ډاډمن شول؛ نو انساني ادب ايجابوي، چې له وژنې به لاس اخلي او د بنديانو په نيوو به بسيا او قناعت کوي[764].

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّمَن فِي أَيْدِيكُم مِّنَ الأَسْرَى إِن يَعْلَمِ اللّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّا أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= ))

٧٠- د کافرو بنديانو د اسلام راوړو ګټې: د آيت ددې برخې ((که الله تعالی ستاسې په زړونو کې په څه خير پوه شي)) مطلب د اسلام منل او ايمان راوړل دي او له ((چې څه درنه اخستل شوي، تر ده به غوره درکړي))مطلب توکیز او مانيز ثوابونه دي، چې د اسلام په سيوري کې يې ورپربرخه کېږي او څو ګرايه له هغو پيسو اوچت دي، چې د فدیې په نامه يې خپلو ازادېدو ته ورکړې دي. پردې ثوابونو سربېره، د بنديانو په اړه د الله تعالی لورنه، د ګناهونو يې بښل دي، چې په يقين تر ايمان راوړو روسته يې فکر او روح ورځوراوه او بښل يې ورته يوه آرامي او هوساېنه وه. له اهلبيتو عليهم السلام په رواياتوکې راغلي، چې تر خوشې کېدو روسته د بدر ټول بنديان مکې ته ورستانه شول؛ خو څو تنو، چې د رسول الله (ص) تره ((عباس بن عبدالمطلب)) هم پکې و پاتې شول، ((عباس)) خپلو خوشې کېدو ته پرېمانه پيسې ورکړې، مسلمان شو؛ خو بيا رسول الله(ص) د عباس د ورکړې فديې پرځای ډېرې پيسې ورکړې او همدا آيت يې ولوست. په ټوليز ډول رسول الله په دې لټه کې و، کومو بنديانو، چې ايمان راوړى و، په ښه توګه وهڅوي او کوم مالونه يې، چې ورکړي وو، په ښه ډول يې ور جبران کړي[765].

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَـئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُواْ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

٧٢- د نامهاجرو مؤمنانو په هکله د مسلمانانو مسووليت: په دې آيت او د سورت تر پاى ته رسېدو پورې د پينځو ډلو په باب خبرې شوي دي؛ څلور ډلې مسلمانان او يوه يې کافره ده. د مسلمانانو څلور ډلې دادي:

 ١- ړومبي مهاجرين. ٢- انصار او د مدينې ياران. ٣- هغوى چې ايمان راوړى؛ خو مهاجرت يې کړى نه دى. ٤- هغوى چې روسته يې ايمان راووړ او مهاجر شول. الله تعالی د درېيمې ډلې په هکله وايي: ((هغوى چې ايمان راوړى؛ خو هجرت يې کړى نه دى او ستاسې له نوې ټولنې سره يو ځاى شوي نه دي؛ نو پروړاندې یې هېڅ ډول ولایت، ژمنه او مسوولیت نه لرئ، څو يې هجرت کړى نه وي)) يوازې يو ډول ملاتړ او مسووليت يې استثنا کړى او وايي: ((او که (يوازې) د دين (د چار) په هکله مرسته درنه وغواړي (؛ يعنې د دښمنانو تر سخت دباو لاندې وي)؛ نو لاسنيوى يې درباندې لازم دى؛ خو د يو داسې قوم پرخلاف نه چې د دښمنۍ د پرېښوولو تړون يې درسره کړى وي. په بل تعبير، د ګډ دښمن پروړاندې به دفاع ترې کوئ؛ خو له دوى نه تر دفاع د همژمنو کفارو، ژمنې او تړون ته درناوي خورا لازم دى[766].

((وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ=))

٧٣- له کافرانو سره د دوستۍ د اړيکو د نهې فلسفه: الله تعالی په مخکې آيتونو کې دې ټکي ته اشاره وکړه، چې بايد مسلمانان يو له بل سره د دوستۍ او رورۍ اړيکې ولري او په ټولو حالاتو کې يو د بل مرستندويان وي؛ لکه چې کافر هم دغسې خپلمنځي اړيکې لري. البته نه ښايي مسلمانان له کفارو سره دغسې اړيکه ونيسي. په حقيقت کې دا غونډله د مخکې آيتونو د اوامرو دلیل بيانوي؛ البته هره بشري ټولنه د خلکو ترمنځ د دوستۍ، ورورۍ او برابرې اړيکو ته اړينه ده؛ خو داچې د اسلامي ټولنې بنسټ پر حق او عدل ولاړ دى؛ نو له کفارو (چې د اسلامي ټولنې دښمنان دي) سره اړيکې او دوستي يې د فرهنګي اختلاط او ګډوالي لاملېږي او د مسلمانانو ټولنه فاسده او له منځه وړي. که په اسلامي امت کې روانو حالاتو ته په ځير وګورو؛ نو وبه وينو، چې اسلامي نړۍ ددې امر د نه پلي کېدو په پار، د فتنې او ستر فساد رښتونې مصداق شوې ده[767].

 

سورة توبه

د سورة توبه ټوليزه منځپانګه:

له مشرکانو د کرکې او ګرجنۍ اعلان، له مشرکانو او کتابيانو سره جګړه، د منافقانو د وضيعت تشريح، جهاد ته هڅونه او د هغوى رټنه، چې دې الهي دندې ته يې ورشا کړې ده، له کافرانو سره د دوستۍ د اړيکې منع او زکات د توبې سورت ټوليزه منځپانګه ده.[768]

((بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ=))

١- له تړون ماتوونکیو مشرکانو د امنيت اخستل: الله تعالی په دې آيت کې، له هغو مشرکانو سره تړون مات کړ او امنيت يې ترې واخست، چې له مسلمانانو سره يې د دښمنۍ د پاى ته رسېدو تړون لاسليک کړى و، چې دا يو بې دليله چار نه و، الله تعالی په څو روستو آيتونو کې اشاره کوي، چې د مشرکانو په ژمنه ډاډمېنداى نشو؛ ځکه تردې مخکې يې خپله ژمنه ماته کړې وه. له همدې لامله او په څېر چلن ته يې، الله تعالی هم د مسلمانانو له لوري د ژمنو ماتول او لغوه کول مباح کړل؛ لکه چې د انفال سورت په ٥٨ آيت کې پردې مطلب امر کوي. الله تعالی دا مطلب په دې آيتونو مشرکانو ته اعلان کړ، چې پوه شي، چې نور څه تړون مو ترمنځ نشته او خوندي نه دي او په دې توګه دې د ځان چاره وکړي او د تړون لغوه دې يو ناڅاپي چار و نه ګڼي.

داچې د مشرکانو تړونونه يې مات کړل، دليل يې د همدې سورت څلورم آيت دى، چې هغه مشرکان يې پکې استثنا کړي، چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شول او له دوى سره چلن يې له تړون ماتو مشرکانو بېل کړى دى[769].

((فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ =))

٢- د مشرکانو څلور مياشتېنى فرصت: پر ځمکه د څلور مياشتني ګرځېدو مطلب په دې موده کې يې خوندېينه او امنیت دى، چې پکې ښه غور وکړي او چې څه يې پر ګټه وي، غوره يې کړي؛ يا مسلمانان شي او ژوندي پاتې شي يا مشرک پاتې شي او له منځه ولاړشي[770]. دا لنډمهاله ازادي، د ځوان اسلامي حکومت يوه ویاړنه وه، چې دښمنانو ته يې فرصت ورکړ، چې په دې موده کې غور وکړي، چې ښايي په عقل د نېکمرغۍ لار ومومي يا هر چېرې تلاى شي او که ځان جګړې ته چمتو کوي؛ نو ځان دې تيارسئ کړي.

که د اسلام ځوان دولت رښتونى نه واى؛ نو په يو ترپ او خرپ يې ټول ځپل او له منځه وړل[771]. دا څلور مياشتې ددې آيتونو د رانازلېدو پر کال (د هجرت نهم کال) د حج اکبر (لو یې اختر) له ورځې پیل او د ورپسې کال د ربیع الثناني مياشتې پر لسمه ورځ پاى ته ورسېدې. په پېنځم آيت کې له حرامو مياشتو مطلب همدا څلور مياشتې دي؛ نه هغه حرامې مياشتې، چې جګړه پکې حرامه ده(رجب، ذى قعده، ذى حجه او محرم[772]).

((وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ=))

٣- له مشرکانو د کرکې د پرېکړه ليک موخه: که څه قرآن حکیم له مشرکانو د الله تعالی کرکه ګونګه اعلان کړې؛ خو له اسلامي رواياتو ګټنه کېږي، چې حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله (ص) له لوري مؤظف شو، چې خلکو ته څلور موضوعات اعلان کړي: ١- د مشرکانو د تړون الغا. ٢- مشرکان په راتلونکي حج کې ګډون کړاى نشي. ٣- تردې روسته د مشرکانو د دود له مخې له کعبې لوڅ لغړ ګرځېدل منع دي. ٤- د الله تعالی کور ته د مشرکانو ورننوتل منع دي[773].

((كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لاَ يَرْقُبُواْ فِيكُمْ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ =))

٨- مشرکان د خپلوۍ پار نه ساتي: ددې آيت له لومړۍ برخې مطلب دادى، چې قريش که څه د پېغمبر او يو شمېر مسلمانانو خپلوان دي؛ خو د خپلوى پار نه ساتي؛ نو ولې له رسول الله(ص) او مسلمانانو ددې پار د ساتنې تمه لري. د همدې مطلب ورته، په راروسته دوو آيتونوکې بياځلي راغلى دى. له دې بيا ځلي منظور، پر ټينګارسربېره دادى، چې په ٨آيت کې د رسول الله د يارانو خبره وه؛ خو په دې آيت کې د هر مؤمن خبره ده؛ يعنې تاسې څه اهميت ورته نه لرئ؛ بلکې هغوى د توحيد دين له هر لاروي سره دښمني لري او د هېڅ څيز پار په پام کې نه نيسي؛ نو دوى د حق او ايمان دښمنان دي. دا مطلب، د هماغه څيز په څېردى، چې د ځينو پخوانيو اقوامو په باب د بروج سورت په اتم آيت کې راغلى دى: ((او مؤمنان يې ځکه بد ګڼل، چې يوازې يې پر ناماتي ستايل شوي الله ايمان راوړى و)) [774].

((فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ =))

١١- د ايمان بشپړتيا؛ د ديني مکلفيتونو په کولو کې ده: له توبې مطلب؛ الله تعالی ته ورستنېدل دي. که مشرک ته وويل شي، چې توبه وباسه، مطلب د هغوچارو پرېښوول دي، چې د الله تعالى له نمانځنې يې منع کوي او داچې پر الله تعالی، صفاتو او پېغمبر يې ايمان راوړي؛ خو که مؤمن ته وويل شي، چې توبه وکاږه، منظور د هغو ناوړو چارو پرېښوونه ده، چې د مؤمن له مقام سره نه ښايي ‎[775].

دا آيت، تر توبې روسته، د لمونځ کولو او د زکات د ورکړې يادونه کوي؛ ځکه لمونځ د الله تعالی د عبادت څرګنده نښانه او زکات د اسلامي ټولنې پياوړى ملاتړ دى. په حقيقت کې دا دواړه عبادتونه بېلګې ته ويل شوي او له يادولو يې مطلب دادى، چې پر الله تعالی ايمان به(چې يو زړګنى چار دى) د ديني مکلفيتونو په کولو(چې يوعملي چار دى) پوره شي[776].

((مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُواْ مَسَاجِدَ الله شَاهِدِينَ عَلَى أَنفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ =))

١٧- مشرکان، د جومات جوړولو حق نه لري: له مشرکانو سره د تړون تر لغوه کولو او ورسره له جهاد کولو روسته، شونې ده د ځينو په نظر کې مطرح شي، چې ولې داستره ډله وشړو او مسجد الحرام ته يې د حج مراسمو لپاره پرېنږدو، حال دا ګډون يې د آبادى لامل دى؛ په مهمو مالي مرستو يې مسجدالحرام ابادېږي او د بيت الله په چاپېريال کې د ډېرو وګړيو شتون مانیزه ابادي ده. دا آيت او څو ورپسې آيتونه دا ډول بې بنسټنه اندونه ځوابوي او وايي، چې د مشرکانو هڅې نه د مسجد الحرام ابادۍ يا په څېر چارو ته څه ارزښت لري او نه يې د کعبې په چاپېريال کې راغونډېدل. الله تعالی پاک او سوتره دی او کور يې هم بايد پاک او سوتره وي او بايد د الله تعالی له کوره او جوماته د ناپاکانو لاسونه يومخې لنډ شي[777].

((إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ =))

١٨- د جوماتونو د ابادۍ اهميت: د جوماتونو د جوړولو او آبادولو په اهمیت کې پرېمانه احاديث راغلي، چې ددې چار فوق العاده اهميت راښيي. له نبي کريم(ص) نه روايت شوى دى: “چې څوک په جومات کې يوه ډيوه بله کړي، . پرښتې او د عرش وړوونکي تر هغې بښنه ورته غواړي، پکې بله وي”خو نن د جوماتونو معنوي ابادي ډېر اهميت لري او په بله وينا، مخکې تردې چې د جومات جوړولو ته اهميت ورکړو، بايد د وګړيو جوړولو ته يې ورکړو، چې جوماتيان، د جومات پاسوال او ساتمن يې وسي. جومات بايد د هر ډول رغنده ځوځښتونو مرکز وي، چې خلک پوه او را ويښ کړي، چاپېريال پاک کړي او مسلمانان د اسلامي ميراثونو دفاع ته چمتو کړي، په تېره بايد پام مو وي، چې جومات ايمانوالو زلمیانو او ځوانانو ته يو مرکز وي او نه يوازې د سپين ږيرو، معتقاعدينو او له کاره لوېدلو د راغونډېدو ځاى‎[778].

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ =))

١٩- د علي کرم الله وجهه فضیلت: په ډېرى رواياتو کې راغلي: دا آيت او ورپسې درې آيتونه د اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه په شان کې رانازل شوي دي. په يو روايت کې راغلي، چې” شيبة”او”عباس” يو پر بل وياړنه کوله او په دې باب يې خبرې اترې کولې، چې علي کرم الله وجهه يې له څنګه تېرېده او و يې پوښتل”پر څه وياړئ؟”عباس وويل: د الله تعالی د کور حاجيانو ته د اوبو د ورکړې ځانګرنه لرم، چې يو يې هم نلرئ. “شيبه” وويل: زه مسجدالحرام ابادوم او د کعبې کونجي را سره ده. علي کرم الله وجهه وويل: “ سره له دې، چې له دواړو حيا کوم؛ خو بايد ووايم، چې په دې لږ عمر کې، يو وياړ لرم. چې تاسې يې نه لرئ “ و يې پوښتل: علي! د څه وياړنه؟علي وويل: “په توره مې دومره ستاسې پوزې ووهلې، چې پر الله تعالی او پېغمبر مو ايمان راووړ”. عباس غوسناک پاڅېد، لمن يې په ځان پسې راښکوده او رسول الله(ص) ته ورغى او په شکايت يې وويل: نه وينې، چې علي څرنګه خبرې راسره کوي؟رسول الله(ص) وويل: “علي ته غږ کړئ، “ علي، چې راغى، و یې ویل: “ولې دې خپل تره (عباس) ته داسې خبره وکړه؟” علي وويل: “رسول الله: ما خو حق ووايه، که خپه وي که خوشحاله “بيا نو جبرييل رانازل شو او و يې ويل: “ محمده! پالونکى دې درباندې سلامونه وايي او وايي، چې دا آيتو ورته ولوله: “ اجعلتم. . . اجراعظيم” (١٩ – ٢٢ آيتونه[779])

((قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ= ))

((لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ= ))

٢٣ او ٢٤. د الله تعالی دين که دنيا؛ کوم يو خورا ګران دی؟ له بوتپالو سره د جګړې پروړاندې، چې شونې وه يو شمېر مسلمانانو ته روستۍ وسوسه او پلمه پيداشي، دا وه، چې په اند يې په مشرکانو کې نژدې خپلوان لري او که جګړه ورسره وشي؛ نو بايد لاس ترې واخلي. بلخوا پانګه او سوداګري يې تر ډېره بريده له مشرکانو سره وه او مکې ته په ورتلو يې دې چار ته رونق ورکاوه او همداراز په مکه کې يې سوکاله او نسبتاً اباد کورونه درلودل، چې شوني وه له مشرکانو سره د نښتې په بڼه کې ويجاړ شي، يا د حج په مراسمو کې د مشرکانو د نه ګډون له لامله له ارزښت او ګټنې ولوېږي. دا آيتونه ددې ډول وګړيو حالات په پام کې لري اوپه غوڅه خبره يې ځوابوي.

تردې آيت لاندې په يو روايت کې راغلي: هغه وخت، چې اميرالمؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه په حج مراسمو کې اعلان کړه، چې تردې روسته يو مشرک هم مسجدالحرام ته د ورننوتو حق نه لري، د قريشو غږ راپورته شو او و يې ويل: سوداګري مو له منځه ولاړه، کورنۍ مو ضايع شوې او کورونه مو ويجاړ شول. خو دې آیت یې ځواب ورکړ. په آيتونوکې له شرک او نفاق سره د ګډوله ايمان او د رښتوني ايمان ترمنځ بريد کښل شوى او د رښتينو مؤمنانو او کمزوريو ايمانوالو ترمنځ واټن په نښه شوى دى. آيات په ډاګه وايي: که انسان ته د مادي ژوند تړاوونه تر الله تعالی، پېغمبر، جهاد او د دوی د اوامرو تر مننې ارزښتمن او ګران وي، تردې چې له دينه يې ځارولاى نشي؛ نو څرګندېږي، چې رښتونى او پوره ايمان پلى شوى نه دى، هغه ورځ د ايمان روح او حقيقت له ټولو ارزښتونو سره يې څرک وهي، چې انسان ددغسې سرښندونو په هکله شکمن نه وي[780].

((ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ =))

٢٥- د حنين غزا: د اسلام پوځ مکه او چاپېريال يې سوبه کړ او د بوتپالنې ټغر راټول شو؛ خو طایف”او چاپېريال يې، چې د “هوازن”او” ثقيف” ټيرونه پکې مېشت ول، بوتپالو ته يو نه ماتېدونى سنګر شمېرل کېده؛ نوځکه رسول الله(ص) هوډ وکړ، چې ډېر ژر پر طايف لاسبرى شي او سوبې ته يې بايد د دوو غرونو ترمنځ له اوږدې او ژورې لارې تېر شي. رسول الله (ص) د دولس زريز پوځ پر ملاتړ د”هوازن” ټبر د سیمې پر لور وخوځېد. د هوازن لښکر، چې له پېښې خبر وو، په غرونو کې په څارنځي کې ورته کېناستل او پر مسلمانانو يې ناڅاپي بريدونه پيل کړل. له ډاره ډېرى مسلمانان وتښتېدل او د علي کرم الله وجهه په شان ډېر لږ شمېر رښتوني مؤمنان پاتې شول او له کفارو سره پر جګړې او د رسول الله(ص) پر پاسوالۍ لګيا وو. الله تعالی دلته مسلمانان له دښمنانو سره پر خپل حال پرېښوول او د لنډ وخت لپاره يې له ملاتړه لاس پر سر شو؛ ځکه په خپل ډېرښت مغرور وو. څه وخت تېر نشو، چې د ماتې اثار پکې راښکاره شول. هغه وخت، چې مسلمانان تښتېدل، رسول الله(ص) عباس (رض) ته(چې لوړ غږ يې درلود) وويل، چې غونډۍ ته پورته شه او مسلمانانو ته چغه کړه: “اى مهاجرينو، انصارو، د بقرې سورت يارانو او تر ونې لاندې بيعت کوونکيو چېرې تښتئ؟ پېغمبر دلته دى”، چې مسلمانانو د عباس(رض) غږ واورېد راستانه شول او له هرې خوا يې پر دښمن بريد وکړ او د پالونکي په مرسته يې پرمختګ ته دوام ورکړ اوکافر دښمنان يې وځپل [781].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَـذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ=))

٢٨- د مشرکانو له ناولتيا مطلب: په دې آيت کې د مشرکانو ناپاکي له ظاهري چټلۍ ورهاخوا يو څيز دى؛ ځکه مسئله د مسجد الحرام د پاکۍ پروړاندې مطرح ده او د مسجد الحرام پاکي يو باطني او مانيز چار دى او نه ظاهري موضوع؛ نو په دې آيت کې د مشرکانو له ناپاکۍ مطلب، باطني ناولتيا يې ده. بل ټکى داچې په آيت کې له “سږکال” مطلب، نهم هجري کال دى؛ يعنې هغه کال، چې علي کرم الله وجهه مشرکانو ته د الله تعالی او استازي يې بېزاري او کرکه اعلان کړه او همداراز له کعبې لوڅ لغړ ګرځېدل او په ټوليز ډول د مشرکانو حج يې منع اعلان کړ[782].

((قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ =))

٢٩- جزيه: جزيه د “جزاء” له مادې د هغه مال پر مانا ده، چې له هغو کتابيانو اخستل کېږي، چې د اسلامي حکومت تر سيورې لاندې دي او د نامې اېښوونې دليل يې دادى، چې کتابيان د خپلو ځانونو او شتمنيو د ساتنې په بدل کې اسلامي حکومت ته جزيه ورکوي؛ نوځکه هغوى چې جزيه د يو ډول په زور لاس ته راوړنې حق بولي؛ په حقيقت کې د جزيه روح او فلسفې ته يې پام نه دى. دې حقيقت ته يې پام نه دى، چې کله کتابيان ذميان وګڼل شي؛ نو اسلامي حکومت موظف دى، چې له هر ډول بريد او ازاره يې خوندي وساتي او ددې په پامنیوي، چې د جزيه د ورکړې په بدل کې سره له دې، چې له مصونيت او امنيته برخمن دي، د ټولنې د دفاعي او امنيتي چارو په هکله هېڅ ډول تعهد او ژمنه نه لري؛ نو دلته څرګندېږي، چې د اسلامي حکومت پروړاندې يې تر مسلمانانو مسووليت ډېر لږ دى؛ يعنې په کال کې د ناڅيزه مبلغ په ورکړې، د اسلامي حکومت له ټولو امتيازاتو ګټنه کوي او له مسلمانانو سره برابر دي، حال دا، له پېښو او خطرونو يوې څنډې ته دي او ورته ډپ پراته نه دي. دې ټکي ته پام هم لازم دى، چې جزيه ټاکلې اندازه نه لري اوکچه يې د جزيه ورکوونکيو په وس پورې اړه لري؛ خو له اسلامي تواريخو معلو مېږي، چې غالباً څه لږ شانته مبلغ ټاکل کېده او کله په کال کې تر يوه ديناره ډېر نه و، ان کله په تړون کې کښل کېده، چې جزيه ورکوونکي موظف دي، چې د خپلې وسې هومره جزيه ورکړي[783].

((وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ= ))

٣٠ – عُزير څوک دى؟: “عزير”د يو تن نامه ده، چې يهوديانو په خپله عبري ژبه”عزرا” ورته وايه. د يهودو دين يې نوى کړ. د بابل پاچا؛ بخت النصر، له ميلاده څه نا څه نيمه پېړۍ مخکې د يهودو پر هېواد بريد و کړ، عبادتځئ يې ور وران او د تورات تختې يې وسوځولې، نارينه يې ووژل، ښځې، کوشنيان او بوډاګان يې بابل ته وشړل او دلته يې نژدې يوه پېړۍ تم کړل، تردې چې د ايران پاچا” سترکورش”، بابل سوبه کړ، عزرا ورغى او د شړل شويو يهودو سپارښتنه او شفاعت يې وکړ او داچې کورش، عزرا ته په درناوي قايل و، سپارښتنه يې ومنل شوه او کورش اجازه ورکړه، چې يهوديان دې خپل هېواد ته ورستانه شي او سره له دې، چې د تورات نسخې بيخي له منځه تللې وې، تورات دې يې له سره وليکل شي، عزرا د مسيح تر زوکړې څه ناڅه ٤٥٧ کاله مخکې يوه ټولګه وکښله او دا هم يومخې له منځ ولاړه او په سل ګونوکلونو روسته تورات بيا له سره وليکل شو؛ نوځکه عزير يهودو ته خورا ستر او عزتمن دى او د ډېر درناوي په پار يې، د الله تعالی زوى ونوماوه او د خپلوتېروکافرانو په څېر يې، د کفر او شرک خبرې وکړې[784].

٣١- دکتابيانو پوهان او راهبان؛ د الله تعالی معبودان: ابوبصير د امام صادق ملګري، ددې آيت په اړه وپوښت، امام وويل: “پر الله تعالی قسم، د يهودو پوهانو او مسيحي راهبانو، يهود او نصارا خپل عبادت ته نه رابلل او که يې خپل عبادت ته هم بللي واى؛ نو خلکو ورسره نه منله؛ خو خلکو ته يې د الله تعالی حرام حلال او حلال ورحراموى(او خلکو هم منل)؛ نوځکه يهود او نصارى بې له دې، چې پام یې شي، خپل پوهان او شيخان نمانځل “[785].

٣٣- د اسلام د نړيوالېدو ژمنه: دا آيت په همدې الفاظو د صف سورت په نهم آيت کې هم راغلى او په ډېر لږ توپير د فتح سورت په ٢٨ آيت کې بيا ځلي شوى؛ چې دا چار مو له مهمې پېښې خبروي، چې اهميت يې د بياځلي لامل شوى دى؛ د اسلام نړيوالېدل. شک نشته چې اوس داموضوع پلې شوې نه ده؛ خو پوهېږو، چې د الله تعالی دا هرومرو ژمنه سوکه سوکه د پلي کېدو په درشل کې ده. په نړۍ کې د اسلام چټک پرمختګ، په اروپايي هېوادونو کې د اسلام پر رسميت پېژندنه، په امريکا او افريقا کې د اسلام چټکه پراختيا او د ډېرو پوهانو د اسلام راوړل، دا ټول راښيي، اسلام مخ پر نړيوالېدو دى؛ خو په اسلامي سرچينو کې د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، نړيوالېدنه به هله پوره ترسره شي، چې حضرت مهدي (عجل الله تعالى فرجه الشريف) راښکاره شي او د اسلام د نړيوالېدو کړلار پلې کړي. ددې آيت په تفسير کې له امام باقررحمة الله علیه نه روايت شوى دى: “ په دې آيت کې شوې ژمنه، د مهدي آل محمد د راښکاره کېدو پرمهال پلې کېږي، پر هغه ورځ به د ځمکې پرمخ داسې څوک نه وي، چې د محمد(ص) پر حقانيت منښته و نه کړي”، همداراز له نبي کريم (ص) روايت شوى دى: “ الله تعالی به د ځمکې په هر کور او خيمه کې د اسلام نامه وردننه کړي”[786].

٣٤- انفاق نه کوونکيو ته ګواښ: په دې آيت کې، د الله تعالی په لار کې له انفاقه مطلب، هغه انفاق او بودجه ده، چې د دين بنسټ پرې ولاړ دى، داسې که په هغه ځاى کې انفاق ونشي، ددين پر بنسټ داغ لګي؛ لکه جهاد او هغو ديني مصلحتونو ته انفاق، چې ساتنه يې واجب ده او همداراز د مسلمانانو ټولنيزو چارو ته انفاق، که بېوزلي راګېر پاتې شي، د اسلامي ټولنې بنسټ رانړېږي. همدغسې انفاق فرض مالي حقوق (؛ لکه خمس او زکات)هم رانغاړي، چې دين د ديني ټولنې ټينګښت ته فرض کړي دي؛ نو که څوک د اسلامي ټولنې د اړتياپه شتون کې د پانګې په زېرمولو لګيا وي او د الله تعالی په لارکې له انفاقه ډډه کوي؛ نو بايد دردناک عذاب ته سترګې پر لار وي. د درېيم خليفه (رض)په تاريخ کې لولو، چې د رسول الله(ص) ستر صحابي حضرت ابوذر غفاري (رض) پر خليفه او د شام پر والي د بيت المال د ناعادلانه وېش په هکله په ګوتنېونې کې په همدې آيت استناد کاوه، تردې، چې د همدې حق ويلو په جرم يې ربذې (وچه، بې اوبو او بې وښو بېديا) ته وشاړه او هماغلته ومړ[787].

٣٦- حرامې مياشتې: ذې قعده، ذې حجه، محرم او رجب دا څلور مياشتې حرامې دي، چې حرمت يې د حضرت ابراهيم علیه السلام په دين کې جرړه لري او عربو یې ان په جاهليت او بوتپالنه کې هم حرمت ساته؛ خو کله کله يې په کال کې په ځينو پلمو مخکې روسته کولې، چې راروسته آيت ورته اشاره کوي[788]. په دې څلورو مياشتو کې يې د جګړې د حرمت په علت کې ويلي، چې د رجب حرمت د عمرې لپاره مکې ته د راتلو په پار دى او د پاتې درېيو مياشتو حرمت مکې ته د راتلو په پار دى، چې د حج مراسم پکې ترسره کېږي او لرې سيمو ته پکې ستنېدا ده. په حقيقت کې په دې څلورو مياشتو د جګړې حرمت په عبادي سفرونو کې حاجيانواو عمره کوونکيو ته د امنيت په پار دى[789]. په يوه روايت کې لولو، چې د امام باقررحمة الله علیهيويار”زراره”وايي: [په مسجدالحرام کې]له امام باقر سره د ابراهيم مقام شاته ناست وم، امام عباپر ځان راتاوه کړې او مخ پر قبله د پښو پر سر ناست و، و یې ويل: “ باخبر، چې کتل ورته عبادت دى او الله تعالی ته تردې ځايه بل ګران ځاى نشته (او په لاس یې کعبې ته اشاره وکړه) او الله تعالی يې په پار د اسمانونو او ځمکې د پنځون له پيله په خپل کتاب کې خپلې مياشتې حرامې کړې دي. درې مياستې يې پرلپسې دي (؛ يعنې ذې قعده، ذې حجه او محرم) او يوه مياشت يوازې عمره کوونکيو ته (حرامه شوې ده)[790].

٣٧-له حرامو مياشتو سره لوبې: “ نسئ”د جاهلي عربو يو دود و، چې قرآن حکیم يې”په کفر کې زياتوالى “ بولي؛ ځکه دوى خو په آر کې کافر او بوتپالي وو؛ خو ددې الهي حکم ادلون بدلون يې، پر کفر ورزياتوله؛ لکه چې روايت شوي، جاهلي عربو، د حرامو مياشتو حرمت او درناوى ساته او داد ابراهيم او اسماعيل علیه السلام له دين يو ورپاتې دود او سنت و؛ خوداچې له لوټ او جګړې سره روږدي وو؛ نو بې جګړې او بې لوټه سر پر سر درې مياشتې(ذیقعده، ذى حجه او محرم) سختې پرې تېرېدې؛ نوځکه يې حرامې مياشتې بېځايه کولې؛ لکه د محرم حرمت يې تر صفرې ځنډاوه او صفره يې حرامه مياشت اعلانوله او په محرم کې جګړې ته وتل، بيايې څه موده روسته، دويم ځل محرم حرامه مياشت اعلانوله، په دې توګه يې هم “ابراهيمى سنت” ساته او هم يې وژنې او لوټ ته لاس پرانستى و[791].

٣٨- د تبوک غزا؛ مسلمانانو ته سخت ازمېښت: له ابن عباس (رض) او نورو روايت شوى، چې دا آيت او ورپسې آيت د”تبوک “جګړې په اړه نازل شوي دي؛ هغه مهال، چې نبي کريم (ص) له طايف څخه مدينې ته راستون شو او مسلمانان يې له روميانوسره جګړې ته چمتو کړل. په اسلامي رواياتو کې راغلي، چې معمولاً رسول الله (ص) مسلمانانو ته د جګړې له پيل وړاندې جګړيز مقاصد او خپله روستۍ موخه ځکه نه څرګندوله، چې دښمن يې له رازونو خبر نشي؛ خو د تبوک پېښې بله بڼه درلوده، مخکې يې اعلان کړه، چې له روميانو سره جګړې ته ورځوو؛ ځکه د ختيځ روم له امپراطورۍ سره جګړه، د مکې له مشرکانو يا د خيبر د يهودو په څېر څه ساده چار نه و او پکار وو، چې مسلمانان دې سترې جګړې ته پوره چمتواو ځان جوړ کړي. پردې سربېره تبوک له مدينې(د٦١٠ کيلومترو په شاوخوا کې) لرې و او هم دوبى و او غلې مېوي هم پخې شوې وې، ددې ټولو چارو شتون مسلمانانو ته جګړې ته ورتلل ستونزمن کړي ول؛ تردې چې ځينې د رسول الله (ص) د بلنې په اړه دوه زړي شوي وو. دا آيتونه رانازل شول او په ځپنده لحن يې مسلمانانو ته اخطار ورکړ، او د خطر په اعلانولو يې دې سترې جګړې ته چمتو کړل[792].

٤٠-د الله تعالی ملاتړ: دا آيت د مشرکو قريشو له لاسه، له مکې د رسول الله (ص) پټې وتنې، په ثور غار کې يې پټېدل او د مشرکانو له منګولو يې معجزه ډولي وتلو ته اشاره کوي[793].

٤١- جهاد ته د تلو د توفيق خنډونه: له سپک يا دروند پېټي مطلب، هغه خنډونه دي، چې انسان د الله تعالی په لار کې له جهاده منع کوي؛ لکه و ټيزې او دنيوي بوختياوې، له مېرمن، اولاد، خپلوانو او دوستانو سره مينه، چې جلاکېدل ترې سخت دي يا جګړې ته د وسلې او توښې نه درلودل. کوم انسان، چې په دې چارو کې راښکېل دی، پېټى يې دروند دى او چې څوک له دې راښکېلتيا وتلى؛ نو پېټى يې سپک دى. دا آيت وايي: بايد په هر حال کې د جهاد ډګر ته ولاړ شئ. که لومړنی حالت لرئ که دويمی[794].

 ٤٣- رسول الله (ص) ته د الله تعالی د توند ويلو دليل: هغه ډله، چې د پېغمبرانو پر پاکلمنتوب ګروهه نلري، ددې آيت په څېر آيتونو استدلال کوي او وايي، چې په دې پېښه کې د رسول الله(ص) اجازه د مصلحت پرخلاف وه؛ يعنې يوه ښویېدنه وه، چې الله تعالی وباښه: “الله معاف کړې؛ ولې دې اجازه ورکړه، څو رښتوني او دروغجن دې پېژندلي واى؟!” معلو مېږي، چې په مدينه کې د منافقانو د پاتېدو اجازه يوه تېروتنه وه، چې الله تعالی معاف کړه، که نه بښنې مانا نه درلوده؛ نوځکه ځينو هڅه کړې او د عصمت او پاکلمنتوب د مقام د ساتنې په موخه(چې عقلي او نقلي دلايل پرې ګواه دي) يې ويلي، چې د رسول الله اجازه، “ترک اولى” وه او غوره دا وه، چې بيخي يې اجازه ورکړې نه واى او عفوه لکه څنګه چې په معصيت کې کارېږي، د هغه چار په کولو کې هم کارېږي، چې پرېښوول يې غوره دي. سمه داده، چې له بيخه دې ځواب ته څه اړتيا نشته او د آيتونو ظاهر د شبه لرې کېدو ته کافي دي او پخپله آيتونه، پردې ګواه دي، چې د رسول الله(ص) اجازه سل په سلو کې مصلحت ته ورنژدې او په صلاح وه. فرض کړئ، چې رسول الله(ص)اجازه نه ورکوله او په مدينه کې له تمېدو يې منع کړى واى؛ نو دوه حالته يې درلودل: يا يې ګډون کاوه او نهې يې منله او د مسلمانانو له ليکو سره يو ځاى کېدل او مخ يې جبهې ته کېده؛ يا يې له څرګندې نهې سره مخالفت کاوه او له حکمه يې سرغړونه کوله. بېشکه په دواړو حالاتو کې يو خو پکې وه؛ ځکه که په جهاد کې يې ګډون کاوه، د٤٧ آيت په څرګندنه يې يوازې فتنه ماري کوله او په پوځيانو کې يې درز او اختلاف رادبره کاوه، چې دا فساد يې له جهاده تر سرغړونې خورا ډېر و. په دويم حالت کې؛ يعنې په مدينه کې پاتېدل يې د رسول الله(ص) دبدبه له منځه تله او لږ لږ د منافقانو جرات او ګستاخي ښکار کېده؛ نوځکه رسول الله(ص) په الله تعالی ورکړي ليد، صلاح په دې کې ليده، که منافقانو په مدينه کې تمېدو ته اجازه غوښته، اجازه ورکړي، چې د دواړو حالاتو له مفسدو او خوګانو يې بې غمه شي. که څه د” لم اذنت” غونډله رټنه راښيي؛ خو د رټنې حقيقت منافقانو ته متوجه دى؛ نه ګران رسول الله(ص) ته او مطلب دادى، چې د منافقانو وضع، نفاق او دروغ يې دومره څرګند دي، چې د نفاق پردې لرې کولو ته يې يو لنډ شانته ازميښت بسيا دی او کافي وه، چې اجازه دې ورکړې نه واى، چې مطلب درته څرګندېده. د اجازې نه ورکول که څه د مؤمن او منافق د جلاکېدو لامل و، چې دا يې يوه خواوه؛ خو بلخوا يې خورا مهم مصلحت درلود؛ لکه چې وويل شو. هو! په دې ځاى کې ان “ترک اولى”هم شوې نه وه او آيت په بلې موخې پسې دى او هغه رسول الله(ص) ته د مهربانۍ او لورنې ښکاره کول دي؛ ته وا آيت وايي، چې پېغمبره! ولې دې تردې بريده نرمي وښووله او په حيا، حجب او عاجزۍ کې دې اجازه ورکړه او پرې دې نښوول، چې ټولو ته دې د خپلو دښمنانو چټل ماهيت څرګند شي او دوست او دښمن دې وپېژندل شي. ددې توندو ويلو موخه، د دروغجنو منافقانو د ماهيت څرګندول دي؛ خو د خورا ګرانو وګړو د رټنې په الفاظ کې، چې د بې پايه عواطفو په حکم، د خپل دښمن د رسوا کېدو مانع شو؛ البته هغه ددې ډول خبرو نازکتوب او لطايف مومي، چې له ګران وګړي سره د ستر انسان د خبرو کولو پر دود پوهېږي[795].

٤٩- د منافقانو د پېژندنې يوه لار: يو شمېر مفسرانو روايت کړى دى: هغه مهال، چې نبي کريم (ص) مسلمانان د تبوک غزا ته چمتو کول؛ نو د”بني سلمه” د ټبر يو مشر”جد بن قيس” چې د منافقانو مشر و، رسول الله ته ورغى او و یې ويل: که اجازې راکړې، چې غزا ته ولاړ نشم؛ ځکه ښځې مې ډېرې خوښېږي، په تېره که سترګې مې پر رومي نجونو ولګي؛ نو شونې ده، ميين پرې شم او له چاره لاس واخلم. رسول الله(ص) اجازه ورکړه. دا مهال دا آيت رانازل شو او ددې سړي دا کړنه يې وغندله. رسول الله (ص) د بنى سلمه و يو شمېر وګړيو ته وويل: “مشر مو څوک دى؟”و یې ويل: جد بن قيس؛ خو کنجوس او ډارن دى و یې ویل: ((د کنجوسۍ درد خو ډېر بدتر درد دی))”بيا، يې وويل: “مشر مو هغه سپين مخې ځوان” بشربن براً” دى”، له دې آيته ګټنه کېږي، چې په هره ټولنه کې د منافقانو د پېژندنې يوه لار داده، چې د استدلال په دود کې يې ځير شو او هم هغه پلمې دي، چې د خپلو دندو پرېښوولو ته يې راوړي. د پلمو څرنګوالى يې باطن او دننه يې ښه رابرسېروي. د منافقانو لاسوند غالباً يو لړ ناڅيزه اوکله هم خندوونکي موضوعات دي، چې مهم او ټوليز موضاعات ناليدي وګڼي او د مؤمنانو اغفال ته يې له انديزو الفبا ګټنه کوي او منځ ته د شرعي چارو او د خدای او پېغمبر د لارښوونو پښه راکاږي؛ حال دا په ګناهونو کې ډوب دي او توره يې په لاس کې نيولې، رسول الله(ص) او دين يې پرې وهي[796].

٤٩- جهنم کافران رانغاړلي دي: مفسران ددې غونډلې په تفسير کې ډول ډول ويناوې لري. ځينې وايي، چې دا يوه کنايه ده، چې کافران جهنم ته د ورتلو لاملونو او وزلو(؛ يعنې ګناهونو) رانغاړلي دي، ځينو ويلي، چې دا د راتلو نکيو پېښو په څېر دي، چې په ماضي يا حال بڼه ويل کېږي؛ يعنې په ګانده (راتلونکي) کې یې جهنم رانغاړي؛ خو دا احتمال هم شته، چې همدا اوس هم جهنم شته او د همدې نړۍ په باطن اوخېټه کې دى او دوزخيان يې په منځ کې دي؛ که څه د اغېزولو حکم يې شوى نه دى؛ ځکه چې همدا اوس هم جنت شته او د همدې نړۍ په باطن او دننه کې يې جنتيان رانغاړلي دي[797].

٥١- د ساقي اچونه عين لورنه ده: له دې آيته، دا مهم توحيدي حقيقت پوهېدل کېږي، چې په واقعي مانا يوازې الله تعالی په هستۍ کې تصرف لري او بې له دې بل څوک مستقل واک او اختيار نه لري. که انسان پردې حقيقت ايمان ولري، بېشکه پر الله تعالی توکل کوي او ځان د الله تعالی ارادې ته ورسپاري او د کړاوونو پروړاندې چغې نه وهي اوکوم نعمت ته چې ورسي؛ خوشحالي او وياړ نه پرې نه کوي[798]. روايت شوى، د امام حسين (رض) د کورنۍ تر بنديانېدو روسته، ابن زياد حضرت زينب(س) ته وويل: له رور سره دې د الله تعالی چلن څرنګه وليد؟! دې سترې مېرمن ورته ويل: بې له ښکلا مې بل څه و نه ليدل، هغه یوه ډله وه، چې خدای وژنه ورته مقدره کړې وه او د خپل وژنځی پر لور یې وځغاستل[799].

۴۵- په لمانځه کې د منافقانو ټګي: له دې آيته ګټنه کېږي، چې یوازې د خلکو په لمونځ او روژې و نه غولېږو؛ ځکه منافقان هم لمونځ کوي او هم په ظاهره د خدای په لار کې نفقه ورکوي؛ بلکې باید د منافقانو لمونځونه او انفاق د رښتونو مؤمنانو له پاکو او رغوونکیوکړنو بېل کړو، چې غالباً د کړنو په ظاهري ځیرنې کې هم پېژندل کېږي. په یوه روایت کې لولو: “یوازې د چا اوږدو رکوع او سجدو ته مه ګورﺉ؛ ځکه شونې ده پرې روږدی وي او پر ېښوول یې ورته خپګان وي؛ خو رښتیا ویلو او امانت ساتنې ته یې ځیر شئ”رښتیا او امانت له ایمانه سرچېنه نیسي، حال دا عادتي رکوع او سجدی، له نفاق سره هم سازګارې دي[800].

۶۰- د زکات لګښتځایونه: په دې آیت کې له صدقاتو مطلب، فرضي صدقات یا زکات دی. زکات یو خورا مهم الهي فرض دی، چې د اسلامي ټولنې په وټیزې (اقتصادۍ) سلامتۍ کې ډېره بنسټيزه او مهمه ونډه لري. په اسلامي روایا توکې دې فرض ته خورا ډېر اهمیت ورکړای شوی او پرېښوول یې سخت منع شوی دی. د امام صادقرحمة الله علیهپه یوروایت کې لولو: “که ټول خلک، د خپلو مالونو زکاتوته ورکړي؛ نو مسلمان اړین اونشتمن نه پاتېږي. . . او خلک یوازې د شتمنو د ګناه په پار” نشتمن، اړین، وږی او لوڅ لغړپاتېږي[801]، دا آیت د زکات اته ځایو نه راښیې:

۱- فقیران. ۲- مساکین (د فقیر او مسکین په توپېر کې ویل شوي، چې فقیر هغه دی، چې په خپل ژوند کې له مالي کمښت سره مخ دی، که څه پر ورهڼه (کسب وکار) بوخت وي او کله هم له چا څه نه غواړي؛ خو مسکین هغه دی، چې سخته اړتیا لري او کار هم نلري او له دې او هغې مرسته غواړي). ۳- د زکات راټولولو عوامل (دا ډله، هغه کارمندان دي، چې د زکات پر را ټولولو او د اسلام د بیت المال پر اداره کولو بوخت دي اوچې څه ورکول کېږي، باړه او اجرت یې دی او فقر یې شرط نه دی). ۴- المؤلفهّ قلوبهم (هغوی چې د اسلامي موخو پرمختګ ته پیاوړې مانیزه انګیزه نلري او په مالي هڅونه یې مینه راماتولای شو). ۵- د مریانو ازادول (د زکات یوه برخه له مریتوب سره مبارزه او دې ضد انساني چار ته د پای ټکی ایښوول دي). ۶- د پوروړیو د پور ورکړه او هغوی چې بې ګناه او هسې په هسې د پور تر پېټي لاندې پاتې دی او له ورکړې یې بېوسې شوي دي. ۷- د خدای په لار کې (ټولې هغه لارې، چې د الهي دین په پراختیا او پیاوړتیا پای ته رسي؛ لکه جهاد، تبلیغ او په څېر یې). ۸- په لار کې پاتې شویو ته (هغه مسافر، چې د یو علت له مخې، په لار کې پاتې شوی او مقصد ته د ورسېدو لپاره توښه او سورلۍ نه لري، که څه فقیر او بې شتو نه دی، د غلا، رنځورۍ، د خپلو مالونو د ورکولو یا په نورو علتونو پر دغسې حال اخته شوی وي؛ نو مقصد ته د رسېدو هومره یې په زکات اړتیاوې پوره شي[802]).

۶۱- بزرګوار پېغمبر؛ نه خوشباوره: ددې آیت د شأن نزول په باب په قمي تفسیر کې روایت شوی دی: “عبدالله بن نبقل”یو منافق و، چې د رسول الله خبرو ته به یې غوږ ایښووه او منافقانو ته یې وررسولی او چوغولي یې کوله. حضرت جبریېل علیه السلام رسول الله ته ورغی او و یې ویل: محمده! یو منافق چغلي کوي او خبرې دې منافقانو ته وړي. رسول الله(ص) وویل: “ څوک دی؟” جبریېل وویل: یو تورمخې سړی دی، چې پر شا یې ‌ډېر وېښتان دي. رسول الله(ص)راوغوښت او د جبریېل له خبره یې خبر کړ؛ خو قسم یې وخوړ، چې دا چار یې کړی نه دی. رسول الله(ص) وویل: “ستا مې ومنله (تردې روسته) داچار مه کوه” چې منافق خپلو دوستانو ته ورغی، و یې ویل: محمد څومره خوش باوره دی، خدای خبر کړی، چې زه خبرلوڅ یم او خبرې یې نورو ته وړم او محمد(ص) منلې ده. ما هم وویل، دغسې چار مې کړی نه دی، دا یې هم ومنله. دا مهال دا آیت رانازل شو؛ یعنې څه چې خدای ورته وایي، منې یې او ستاسې خبرې او عذرونه هم مني؛ خو په حقیقت کې تاسې نه تصدیقوي او ستاسې د چار واقعيت پېژني[803].

۶۴- منافقانو د رسول الله د وژنې نخچه کاږلې وه: دې آیت او ورپسې څو آیتونو ته بېلابېل شأن نزولونه روایت شوي دي؛ خو د”ابن کیسان” روایت ددې آیتونو له سیاق سره ښه سازګار دی: “ دا آیتونه د دولسو تنو منافقانو په باب رانازل شوي، چې هوډیې کړی و، چې رسول الله له تبوک نه د راستنېدو پرمهال د پېچومي په سر کې ورته په څارنځي کې شي، ناڅاپه برید پرې وکړي او له پښو یې راوغورځوی. جبریېل علیه السلام رسول الله(ص) له دې موضوع خبر او رسول الله(ص) ته یې امر وکړ، چې منافقانو ته څو تنه ورولېږه، چې اوښان یې په کوړو پر سر او بدن ووهي او له خپلې سپېرې دسیسې یې واړوي. له تبوک نه په راستنېدا کې، “ عمار یاسر”رضی الله عنه د رسول الله(ص) د سورلۍ مخکې پړی نیولی و او “حذیفهً بن یمان” (رض) له شا ځغلاوه. دا مهال منافقان راورسېدل، ته وا خپل مخونه یې پټ کړي وو. رسول الله(ص) ، حذیفه (رض) ته وویل: “د سورلیو مخونه یې وواهه او لرې یې کړه. “حذیفه (رض)همدغسې وکړل، چې رسول الله(ص) له مورګې بې خطره تېر شو؛ نو حذیفه (رض) ته یې وویل: “ پوه شوې، چې دا د کوم قوم او ټبر وو؟” و یې ویل: نه، یو مې هم و نه پېژانده. بیا رسول الله(ص)وویل: “هغوی پلانی او پلانی و. . . “او د ټولو نامې یې واخستې. حذیفه(رض) وويل: ولې یوه ډله ورپسې نه ورلېږې، چې یې ووژني؟ رسول الله (ص)وویل: “ښه مې نه راځي چې عربان ووایي، محمد پر خپلو یارانو بریالی شو؛ نو په وژنې پسې یې راواخسته” ددې به څېر روایت، له امام باقررحمة الله علیه نه هم روایت شوی دی؛ خو امام پرې ورزیاته کړې ده: “په خپلو کې یې سلامشوره وکړه، چې رسول الله(ص) ووژني، ځینو یې نورو ته وویل: که په دې ترڅ کې رسول الله (ص) خبر شي؛ نو وایو: موږ خو ټوکې کولې او که خبر نشو؛ وژنو یې [804]. “

۶۵- د منافقانو تر ګناه بدتر عذر: د منافقانو دسیسه، چې شنډه شوه: بیا رسول الله(ص) د کمین او ناڅاپي برید د موخې په اړه ترې وپوښتل، و یې ویل: نیت مو بد نه و او داسې هم نه وه، چې بدګومانه شوی یې؛ بلکې موږ د سورلیو په څېر په لار کې پر لوبو او تفریح بوخت وو او چار مو جدي نه و. خدای رسول الله(ص) ته وایي، ورته ووایه: تر ګناه بدتر عذر راوړﺉ؟! هغه سپېره دسیسه یوه ګناه وه او دا عذر توږنه (چې په حقیقت کې په رسول الله ملنډې وهل دي) یوه بله ګناه ده، چې د خدای پر آیتونو او رسول الله(ص) کفر دی[805].

۶۷- منافقان؛ له الهي لورنې بې برخې دي: ښکاره ده، په خدای پورې د هېرېدنې ورتړل، واقعي نه دي؛ بلکې یوه کنایه ده، چې خدای د یو هېروونکي تن په څېر ورسره چلېږي؛ یعنې له خپل حرمت او توفیق ځنې په هېڅ ډول برخې ورته نه قایلېږي. زموږ په ورځېنيو خبرو کې دا ډول تعبیرونه هم لیدل کېږي؛ لکه وایو: داچې خپله دنده دې هېره کړې، موږ به دې هم د باړې د ورکړې پرمهال هېر کړو؛ یعنې مزدوري او بدله به در نه کړو. دا مانا د اهل بیتو په روایاتو کې هم راغلې ده[806]. تردې آیت لاندې له حضرت علي کرم الله وجهه په یو روایت کې لولو: “د آیت مطلب دادی، چې دوی خدای په نړۍ کې هېر کړی او د ده اطاعت یې کړی نه و او پر هغه او پېغمبر یې ایمان رانه وړ، خدای یې هم په آخرت کې هېروي؛ یعنې د خپل ثواب څه برخه نه ورکوي او د خپلو ښیګڼو او لورنو په ویش کې به په هېر شویو کې وګڼل شي[807]. “

۷۰- د لوط قوم او لاندې باندې شوي ښارونه: “ مؤتفکات”د” ائتفاک” له مادې، د انقلاب او لاندې باندې کېدو پر مانا ده او د لوط قوم ښارونو ته اشاره لري، چې په سختې زلزلې لاندې باندې شول[808]. په دې هکله له امام صادق رحمة الله علیه نه روایت شوی دی: “ هغوی د لوط قوم ول، چې ځمکه پرې لاندې باندې شوه، داسې چې غونډۍ یې پر ژورو واوړېدې[809]. “

۷۱- مؤمنان؛ یو د بل ملاتړي دي: ددې آیت او۶۷آیت په پرتلنه کې یو پاموړ ټکی دادی چې ۶۷ آیت د منافقانو په ځانګړنه کې راغلی، چې ټول یوه ډله ده؛ یعنې که څه منافقان په یوه لیکه کې دي اوبېلابېلې ډلې یې په ځانګړنو اوکړلارو کې ګډ دي؛ خو ترمنځ یې د ولایت، دوستۍ او یو له بل سره د لاسنیوي روحیه نشته او چې شخصي ګټې یې په خطر کې شي، ان له خپلو دوستانو سره به خیانت وکړي. له همدې لامله د حشر سورت په ۱۴سورت کی لولو: “ته یې یو موټی ګڼې؛ خو د زړونو لارې یې جلا جلادي “ د مؤمنانوپه هکله راغلي، چې ې یو د بل مرستندویان دي؛ یعنې سره له دې چې ډېر او خواره واره دي، ته وا ګرسره یو تن دی؛ نو له همدې لامله ځینې یې د ځینو چارې پر غاړه اخلي او تنظیموي یې او د ځان او ټولنې سمونې ته یو بل ته پر نېکیو امر او له بدیو منع کوي او هر څوک ځان د بل پروړاندې مسوول ګڼي[810].

۷۲- جنات عدن مېشتي: عدن په لغت کې په یو ځای کې د استقرار او پاتېدو پر مانا ده؛ نوځکه د جنات عدن، مانا هغه جنتونه دي، چې د اقامت، تمېدو، استقرار او تلپاتېتوب ځای دی[811]. د مفسرانو له روایاتواو خبرو ګټنه کېږي، چې جنات عدن د پالونکي د جنت یو ځانګړی ځای. د جنات عدن په ځانګړنه کې نبي کریم (ص) ویلي دي: “عدن، د پالونکي هغه ځای دی، چې نه کو مې سترګې لیدلی او نه د چا په خیال کې تېر شوی، یوازې درې ډلې پکې مېشتېږي: پېغمبران، رښتوني او شهیدان” په بل روایت کې راغلي: “د چاچې ښه ایسي، چې ژوند او مرګ یې زماپه څېر وي او په هغه جنت کې مېشت شي، چې خدای یې ژمنه راسره کړې؛ یعنې هماغه جنتي بڼونه، چې نیالګی یې خدای په خپل لاس کرلی او ورته یې ویلي: شه!؛ نو شته شوی؛ نو باید علي بن ابیطالب کرم الله وجهه او ترده روسته اولادونه یې دوست وګني[812]“.

۷۲- تر جنته، له جنتي د خدای خوښي خوندوره ده: تردې آیت لاندې له امام سجادرحمة الله علیه نه په یو روایت کې لولو: “ چې جنتیانو په جنت کې ځای ونیو او د خدای دوست خپلو بڼونو او کورونو ته ننووځي او هر مؤمن پر خپل تخت ډډه ووهي، چوپړیالان یې ترې راتاوېږي او د مېوو ډکې لښتې پرې ورټیټوي او په چاپېریال کې یې چینې په بهېدو شي او تر تخت لاندې یې رودونه بهېږي او فرشونه ورته غوړوي او بالښتونه ورته ایښوول کېږي او چې څه وغواړي؛ خو مخکې تردې چې په خوله یې راوړي، چوپړیالان یې ورحاضروي او له جنتونو حورالعین ورته راولی. . . تردې چې جبار خدای ورته تجلی کوي، او وایي: ای زما دوستانو او اطاعت کوونکیو، ای زما د جنت مېشتو، چې ترڅنګ مې مېشت یاست، ایا تر ده غوره مو خبر کړم؟ جنتیان وایي: پالونکیه! تردې اوسنی حال به بل څه غواره وي؟! څه نعمتونه، چې وغواړو او سترګې ترې خوښېږي ستا د ستريا ترڅنګ شته، خدای همدا پوښتنه بیا کوي. بیا جنتیان وایي: پالونکیه! هو! تر اوسني حالته غوره راولوروه؛ نو خدای وایي: له تاسې مې خوشحالي او داچې تاسې می ښه ایسئ، ستاسې تر اوسني حالته غوره او ستره ده، بیا نو جنتیان وايي: هو ای پالونکیه! ستا خوشحالي او داچې ښه مو ګڼې، راته غوره او خوندوره ده “ [813]

۷۴- د منافقانو د دروغو او نفاق رابرسېرول: د پېغمبر د وژنې د دسیسی تر خنثی کولو روسته[814]، دسیسه کوونکیو پېښه ټوکې وښوولې او و یې ویل: بد نیت مو نه درلود او په دې توګه یې ځانونه سپینول؛ خو رسول الله ددې سپکې خبرې په پار ورټل. په بیړه یې رنګ واوخوت، قسم یې وخوړ، چې هاغسې خبره یې کړې نه ده. د خدای په دې آیت کې د منافقانو دواړه دروغ رابرسېروي او د”موږ دغسې خبره کړې نه ده “ په باب يې وايي: “ هرومرو یې د کفر خبرې کړي “ او ددې ننګینې دسیسې د نمښتې په اړه وايي: “ او د خطرناک چار، هوډ یې کړی و؛ خو و یې نه کړای شو [815]. “

۷۴- د خدای او رسول الله(ص) د لورنو پروړاندې د منافقانو بې غوري: منافقان د پالونکي په لورونو، د اسلامي حکومت تر سیوري او د رسول الله(ص) د خدمتونو په رڼا کې مړه خوا او اړتیاوې یې لرې شوې؛ خو د مننې او تشکر پر ځای یې په ګناه ځواب ورکړ. دا یو ښکلی تعبیر دی، چې په ډېرو ویناوو او لیکنو کې کارېږي؛ لکه چې د چا مو په کلونو کلونو خدمت کړی وي او بیا خیانت راسره کوي، وایو: ګناه مې یوازې دا وه، چې ستا خدمت می کړی او ښه مې نازولې[816].

۷۵- یو عبرتناک روایت: په روایاتو کې راغلي: دا آیت او ورپسې آیت د “ ثعلبه بن حاطب” په هکله نازل شوی دی. دا یو نشتمن و، رسول الله(ص) ته ورغی او د شتمنېدو دعا یې ترې وغوښته. رسول الله(ص) د ځان په څېر ساده ژوند ته راوباله؛ خو ثعلبه ټینګار درلود، چې رسول الله(ص) یې شتمنېدو ته دعا وکړي او قسم یې وخوړ، چې که خدای شتمني ورکړي، ټول فرضي حقوق به یې ورکوي. رسول الله(ص) دعا ورته وکړه او څه موده روسته شتمن او د رمو خاوند شو، تردې چې په مدینه کې یې رمې ساتلای نشوې؛ نوځکه له مدینې بهر وووت، چې له لامله یې د جماعت او د جمعې د ورځې په لمونځونو کې ګډون کړای نشو، چې کله د زکات اخستو مامور ورغی، د زکات له ورکړې یې ډډه وکړه اوپه ملنډو یې وویل: زکات هم د جزیه په څېر یو څیز دی، چې له کتابیانو اخستل کېږي.

چې رسول الله(ص) له دې خبر شو، و یې ویل: پر ثعلبه افسوس! پر ثعلبه افسوس! اوپه دې وخت کی دا آیت رانازل شو[817].

۷۹- د کړنو او نمانځنې د څرنګوالي اهمیت: روایت شوی، چې رسول الله(ص) هوډ درلود، چې د اسلام پوځ، د دښمن (احتمالاً د تبوک غزا وه) مقابلې ته چمتوکړي او د خلکو مرستې ته اړتیا وه.

د رسول الله(ص)د غوښتنې په غبرګون کې، ځینو کم عوایدو مسلمانو کارګرانو هم په ظاهره ناڅیزه مرسته وکړه؛ خو ټګمارو منافقانو پر دواړو ډلو ټکه وکړه: هغوی چې زیاته مرسته کړې وه، ریاکار او ځان ښودونکي یې وبلل او پر دویمې ډلې یې ملنډې ووهلې، چې د اسلام پوځ دغسې مرستې ته څه اړتیا لري؟! دا آیت او ورپسې آیت نازل شو او دوی یې سخت ورټل. له دې آیتونو ستر درس دادی، چې اسلام کله هم د کړو وړو پر زیاتوالي ډډه وهلې نه ده؛ بلکې په هر ځای کې یې د عمل څرنګوالي ته اهمیت ورکړی، اخلاص او پاک نیت ته په فوق العاده ارزښت قایل شوی دی. مهمه داده، چې څوک دې خپله و سه نه سپموي، د ډېرواو لږو خبره نه ده، د مسوولیت او اخلاص خبره ده. پاموړ ده، په یو حدیث کې لولو، چې رسول الله(ص) وپوښتل شو: تر ټولو غوره صدقه کومه یوه ده؟ ورته یې وویل: “ دکم درآمدو وګړیو صدقه[818]. “

۸۰- تردې چې د رسول الله(ص) بښنه غوښتل هم څه ګټنه نلري: شک نشته چې په دې آیت کې د(۷۰) شمېره د ډېرو ویلو لپاره ده، نه شمېر ته، په بله وینا، د آیت مفهوم دادی، چې څومره بښنه ورته وغواړې، خدای یې نه بښي؛ کټ مټ لکه چې څوک بل ته وايي: که سل ځل هم ټینګار وکړې، نه یې منم. ددې خبرې مفهوم دانه دی که یو سل او یو ځل ټینګار وکړې، منم یې: بلکې مطلب دادی، چې بیخي یې نه منم. د قرآن حکیم له نظره، د کفارو او تر کفارو بدترو منافقانو ژغورنې ته هېڅ هیله نشته؛ خوداچې تر مرګ وړاندې له کفراو نفاق توبه وکاږي[819].

۸۲-د قیامت په هکله اخطار: دا آیت دې ټکي ته اشاره لري، چې منافقان په دې ګومان، چې بریا یې ترلاسه کړې او له جهاده په سرغړونه او د ځینو مجاهدینو په زړه سړولو خپلو موخو ته رسېدلي دي؛ نو په کټ کټ یې خندل؛ لکه چې د هرې زمانې منافقان دغسې دي؛ خو قرآن حکیم اخطار ورکوي، چې “ باید لږ وخاندي او ډېر وژاړي” ژړا یې ګاندې (راتلونکې) تیارې او درد ناکو سزاوو ته ده، ژړا یې په دې پار ده، چې شا ته یې خپل ټول پلونه ویجاړ کړي او په پای کې ژړا یې دې ته ده، دا ټول استعدادونه او د عمر پانګه یې له لاسه ورکړې او بدمرغي یې پرې پېرلې ده. ډېری مفسرانو، له رسول الله(ص) دا مشهور حدیث روایت کړی دی: “ (د قیامت د هولناکو او سختو سزاګانو په باب” چې پو هېږم، که تاسې هم پرې پوهېدﺉ؛ نو لږ مو خندل او ډېر مو ژړل “ [820].

۸۵-د دنیا په ښکلا مه غولېږﺉ؛ حقیقي خوند او ژوند بل څه دی: ددې آیت عبارت په ډېر لږ توپېر د همدې سورت په ۵۵ آیت کې هم راغلی دی. په دې دواړو آیتونو کې، خدای خپل رسول الله(ص) ته وايي، چې د منافقانو ډېره شتمني او اولادونه یې ستا د هېښتیا لامل نشي او ددې مطلب دلیل هم ورته وايي، چې شتمني او اولادونه یې (چې بیشکه انسان پر ځان بوختوي) څه نعمت نه دی، چې نېکمرغه یې کړي؛ بلکې یو ډول مجازات دی، چې بدمرغۍ ته یې ورکاږي او خدای یې په دې توګه عذابوي، حال دا پر ځانونو یې کفر راخور دی. هو! هر ساکښ هله په خپل ژوند کې نېکمرغي ویني، چې پر خپلو حقیقي اثارو (؛ یعنې ګټورې پوهې او ښو کړنو) روږدی شو او ځان یې پر بې ګټې او چټي مسایلو بوخت نه کړ؛ نو داسې هوساينې او خوند ته ور رسېدلی، چې سختي او کړاو پکې نشته. دا ډول ژوند د خدای د ولایت او پالندوینې په منلو شونی دی؛ ځکه خدای د یونس سورت په ۶۲ آیت کې ویلي دي: “ با خبر چې د خدای ولیان نه څه ډار لري او نه غمجنېږي” خو که څوک پر دنیا بوخت شو او د دنیا پیسو او ګاڼو پر ځان مین کړ اواوږدو هیلو یې وغولاوه او شیطان له ځانه پردی کړ؛ نو خپل ټول زور په مادي خوندونو لګوي او ټوله موخه یې، د څارويزو غرایزو مړول وي او داچې هم نه مړېږي او هم د خپلو شتمنيو له لاسه وتو خپه دې؛ نو په بدترېنه بڼه عذابېږي؛ خو په اند یې خوند اخلي او نېکمرغه دی، چې څومره یې پر دنیوي ژوند ورزیاتېږي، له خدای او لورنې یې لرې کېږي او سوکه سوکه د بدمرغۍ روستي ټکي ته ورنژدې کېږي او د کفر پر حال او د بندګۍ له مقامه لرې مري او تش لاس محشر ته ورځي. په حقیقت کې، دغسې سوکاله ژوند نشمني، فقر او بېوزلي ده، چې خدای د طه سورت په ۱۲۴- ۱۲۶ آیتونو کې انځور کړی دی: “ او چې څوک زما له یاده مخ واړوي؛ نو ژوند به یې (سخت او) تنګ شي او د قیامت پر ورځ یې ړوند راپاڅوو. وايي: پالونکیه! ولې دې ړوند راپاڅولم؛ زه خوپه حقیقت کې سترګور وم؟ خدای ورته وايي: لکه چې څنګه زموږ نښې درغلې او هېرې دې کړې؛ نو نن به ته هم هماغسې هېر شې” [821].

۸۸- ایمان او جهاد؛ د خیر او برکت سرچينې دي: خیرات یو هر اړخیز تعبیر دی، چې مادي او مانیز هر ډول بریا، لورنه او خیر رانغاړي. ددې آیت تعبیرات راښیي، چې ژغورندویان او هغوی چې د هر ډول خیر او نېکمرغۍ حقوال دي، یوازې همدا ډله ده؛ هماغوی، چې په خپل وس او امکاناتو جهاد کوي. له دې آیته ښه ګټنه کېږي، که ایمان له جهاد سره مل شي، هر ډول خیر او برکت به ورسره وي او بې له دې دواړو (ایمان او جهاد) نه ژغورنې او فلاح ته څه لار شته او نه له مادي او مانيزو خیراتونو څه برخه. دا ټکی د مؤمن او منافق د ځانګرنو له پرتلنې هم ترلاسه کېږي، چې منافق د بې ایمانۍ او ګناه په پار ناپوهه او ناخبره دی او له همدې لامله له لوړهمته (چې د پوهې، شعور او اګاهۍ پایله ده) بې برخې دی. هغوی خوښ دي، چې له رنځورانو او کوشنیانوسره پاتې شي؛ خو په ویاړلې جهاد کې برخه نه اخلي؛ خو په مقابل کې مؤمنان، له څرګند لید، پوهې او لوړ همته برخمن دي، چې پر ستونزو یې د لاسبرۍ لار، په ټولو امکانانو سره جهاد موندلی دی. دا هماغه ستر سبق دی، چې قرآن حکیم په ډېرو آیتونو کې را کړی او بیا هم غفلت ترې کېږي[822].

۹۰-هېڅوک له جهاد او له مجاهدینو سره له همکارۍ معاف نه دی: باید پام مو وي، چې په دې آیت کې، د دوو بېلابېلو ډلو په اړه خبره ده، نه د یوې ډلې په باب. لومړۍ ډله د مالي وس یا جسمي ناوسۍ د سم عذر له لامله اجازه اخلي، چې د جهاد په مهم فرض کې برخه وانخلي؛ خو دویمه ډله، دروغجن منافقان دي، چې بې له کوم سم عذره له جهاده سرغړونه کوي، خدای ددې ډلو په پرتلنې، د دویمې ډلې ‎بدمرغي رابرسېره کړې ده[823].

۹۱- په خوله او تبلیغاتو د مجاهدینو ملاتړ وکړﺉ: دې آیت، لومړۍ ډلې ته بل مکلفیت ټاکلی دی؛ که څه د جګړې په ډګر کې د ګډېدو وس نه لری؛ خو دا یې له وسې پوره ده، چې مجاهدین په خبرو او خپل چلن وهڅوي او د جهاد د فضایلو په ویلو یې روحیه پیاوړې کړي او اپوټه، تر وسې دې د دښمن د روحیې د کمزورولو او د هغوی د ماتې د سریزو په چمتوکولو کې لنډون نه کوي؛ ځکه “ نصح” په آر کې د اخلاص پر مانا ده، چې یوه هر اړخیزه کلمه ده، چې هر ډول نصیحت او مخلصانه اقدام رانغاړي. له دې آیته پوهېدل کېږي، چې هېڅوک په پوره توګه د خدای د لارې له مجاهدینو سره له مرستې معاف نه دی، ان رنځوران او ړانده، که د وسلې کارولو وس نه لري؛ نو باید په خوله، تبلیغ او چلن له جهادګرو ملاتړ وکړي. په حقیقت کې، جهاد پړاوونه لري او په یو علت په یوه پړاو کې یې نه ګډون نه لاملېږي، چې په بل پړاوکې یې ګډون ونشي[824].

۹۱ او۹۲ – د هغوی ثواب، چې په جهاد کې ګډون کړای نشي؛ خو زړونه یې له مجاهدینو سره دي: له یو لړ روایاتو ګټنه کېږي، چې معذورې ډلې، نه یوازې د جګړې له مکلفیته او مجازاتو معاف دي؛ بلکې په جهاد کې د ګډون د لېوالتیا هومره د مجاهدانو په ثوابونو او ویاړنوکې ګډ دي. له رسول الله(ص) نه په یوه حدیث کې لولو، چې د تبوک له غزا مدینې ته راستون شو، و یې ویل: “ په دې ښار کې مو داسې نارینه پرېښوول، چې په ټوله لار کې درسره ول، په هرګام کې درسره وو، په دې لار کې، چې څه مو انفاق کړی او د هرې سیمې، چې تېرشوي یاست، دوی درسره وو” وویل شول: رسول الله (ص) څنګه راسره وو؛ سره له دې، چې په مدینې کې پاتې وو؟! و یې ویل: “ځکه د عذر له لامله یې په جهاد کې ګډون ونشوکړای (؛ خو زړونه یې راسره وو)[825] “.

۹۴ – له جهاده د سرغړاندو شړل: ددې آیت او دوو ورپسې آیتونو په شأن نزول کې راغلي، چې نبي کریم(ص) د تبوک له غزا مدینې ته راستون شو؛ نو د منافقانو اتیا تنيزه ډله یې وشړله، چې د خدای په لار کې یې له جهاده سرغړو نه کړې وه او په اړه یې وویل: “ناسته پاسته او خبرې ورسره مه کوئ” دا آیتونه یې وضعیت ته اشاره لري[826].

۹۵- له منافقانو اعراض(او مخ اړونه): “ تُعْرِضُوا”او” اعْرِضُوا” دواړه له”اِعراض” څخه دي؛ خو دوو ماناوو ته کارېږي. لومړۍ مانایې هلته وي، چې منافقان له مؤمنانواعراض او مخ اړونه غواړي(لتعرضواعنهم)؛ په دې مانا، چې د نفاق پروړاندې یې چوب شئ او مه یې رټئ. دویمه مانا یې هلته ده، چې خدای مؤمنانو ته وايي: “اعرضواعنهم؛ اعراض او مخ ترې واړوئ “ له منافقانو د مخ اړونې مانا ورته ټیټ کتل؛ خوارول یې او ورسره نه ملګر توب دی. له رسول الله(ص) څخه په یوه حدیث کې راغلي: “ څلور څيزونه دي، چې زړه فاسدوي، چې یو یې له مړیو سره ملګرتوب دی “ وپوښتل شو: رسول الله! څوک مړي دي؟ و یې ویل: “ له ایمان او الهي احکامو بېلارې[827] “.

۹۷- اَعراب او اَعرابی په اسلام کې: په دې آیت او دوو ورپسې آیتونو کې (د مدینې د منافقونوپه اړه د ویینو په پرتله) د بانډیڅي منافقانو د نښو نښانو او اندونو په باب او همداراز د نږه او د رښتونو بانډیڅیانو په اړه ویینه شوې ده. اَعراب هغه کلمه ده، چې د جمعې مانا لري او د ډېرو د انګېرنو پرخلاف، د عرب د کلیمې جمع نه ده او په عربي کی یې مفرد هم نشته. دا کلمه بانډیڅي عربانو ته کارولېږي او چې منظور یې مفرده مانا وي؛ نو همدا کلمه په نسبي یا “اعرابي” وايي؛ نو اعراب د بانډیڅی عربانو او اعرابي د یو بانډیڅي عرب پر مانا ده. که څه اعرابي د بانډیڅي پر مانا دی؛ خو په اسلامي روایاتو کې یې ډېر پراخ مفهوم پیداکړی دی. په بله وینا، اسلامي مفهوم یې، په جغرافیایې سیمی پورې اړوند نه دی؛ په دې مانا، هغوی چې له اسلامي ادابو، دودونو او ښوونې او روزنې لرې وي، که څه ښارمېشتی وي، اعرابي دی؛ خو پر اسلامي ادابو او دودونو روږدي بانډیڅیان، اعرابي نه دی. له امام صادق رحمة الله علیه یو مشهورحدیث پردې خبره ګواه دی: “ په تاسې کې هر یو له دینه ناخبره اعرابي دی “ او په بل روایت کې: “ تر هجرت روسته، اعرابي کېد ل، د کفر یو ښاخ دی” همداراز له امام علي کرم الله وجهه روایت شوی، چې یوې ډلې سرغړاندو یارانو ته یې وویل: “ پوه شئ، چې تر هجرت روسته اعرابي شوی یاست “. په مخکې دوو احادیثو کې، اعرابي کېدل، د هجرت خلاف ښوول شوی دی او ددې په پامنیوي، چې د هجرت پراخ مفهوم هم مکاني اړخ نه لري؛ بلکې بنسټ یې د کفر له چورلیځه د ایمان چورلیځ ته د اند لېږدېدنه ده؛ نو د اعرابي کېدو مانا هم راڅرګندېږي، چې له اسلامي ادابواو دودونو ځنې د جاهليت ادابو او دودونو ته ورستنېدنه ده[828].

۱۰۰- د مهاجرینو ړومبي مخکښان: د شیعه او سني ډېرو روایاتو له مخې، حضرت علي بن ابیطالب کرم الله وجهه ړومبی تن و، چې اسلام یې راووړ، چې د ړومبیو مهاجرینو او انصارو مخکښانوپه سر کې دی[829]. له ((د مهاجرینو او انصارو ړومبي مخکښان او هغوی چې په نېکۍ یې د دوی لاروي وکړه)) منظور، هغه کسان دي، چې د خدای د رضا په لار کې یې قدم ایښی وي.

۱۰۳- زکات؛ د انسان د پاک سازۍ او روزنې لامل: دې آیت، د زکات حکم ویلی دی. زکات، د اسلام له ارکانو او بنسټونو ځنې دی. دا موضوع، د آیت له ظاهره پوهېدل کېږي او هم له هغو روایاتو، چې په تفسیر کې یې له اهلبیتو علیهم اسلام را رسېدلی دی. خدای، زکات د انسان د پاک سازۍ او روزنې لامل ګڼلی دی. ځینو مفسرانو د بوټي د اضافي ښاخونو او پاڼو له پرې کولوسره تشبیه کړی دی، چې د بوټي د ودې لاملېږي. د نبي کریم په سنتو کې روایت شوي، چې چا به زکات ورته راووړ؛ نو زکات ورکوونکي او کورني ته یې دعا کوله[830].

۱۰۴- خدای؛ د زکات اخستونکی دی: په ډاګه ده، چې د زکات او صدقاتو اخستونکی یا رسول الله(ص) ، امام او د مسلمانانو مشر دی یا مستحق وګړی. په هر حال، خدای یې په ظاهره نه اخلي؛ خو داچې د پېغمبر او رښتینو مشرانو لاس د خدای لاس دی – ځکه دوی د خدای استازي دي – ته وا خدای صدقات اخلي. همدغسې اړین بندګان، چې د الهي فرمان په اجازې صدقات اخلي، چې په حقیقت کې دوی هم د پالونکي استازي دي او په دې توګه یې لاس د خدای لاس دی. دا ښکلی تعبیر، پردې سربېره، چې زکات او صدقې ورکړې ته اغېزمنه هڅونه ده، ټولو مسلمانانو ته اخطار ورکوي، چې د زکات او صدقاتو په ورکړه کې له نهایي ادب او درناوي کار واخلي؛ ځکه اخستونکی یې خدای دی. له رسول الله(ص) نه په یو روایت کې لولو: “ صدقه مخکې تردې چې د اړین لاس ته ورسي، د خدای لاس ته وررسي[831]“.

۱۰۵- رسول الله (ص) او اهلبیت د امت له کړنو خبر دي: له دې آیته او د اهلبیتو له ډېرو روایاتو پوهېدل کېږي، چې رسول الله(ص) او امامان د امت له کړنو خبرېږي؛ یعنې خدای په ځانګړې لار، د امت کړنې وروړاندې کوي. له امام صادق رحمة الله علیه نه روایت شوی دی: “ هر ګهیځ رسول الله ته د خلکو کړنې وروړاندې کېږي؛ د نېکانو او بدانوکړنې؛ نوځکه څارن وسئ، دا د خدای ددې خبرې مفهوم دی، چې وايي: وقل اعملوا. . . “ له امام رضا رحمة الله علیه څخه په یو بل روایت کې راغلي، چې چا وویل: ما اوکورنۍ ته مې دعا وکړه. ورته یې وویل: “ ایا زه دعا نه کوم؟ پر خدای قسم، هره ورځ او شپه ستاسې کړنې راته راوړاندې کېږي. ایا د خدای کتاب نه لولې، چې وايي: “ وقل اعملوا. . . “ پر خدای قسم، له مؤمنانو مطلب، علي بن ابیطالب (او د ځوځات امامان یې)دي[832]“.

۱۰۷- ضرار جومات یا د جاسوسۍ ځاله: روایت شوی، چې د “بني عمروبن عوف” د ټبر یوې ډلې مدینې ته نژدې په قبا سیمه کې یو جومات جوړ کړ او له رسول الله(ص) نه یې وغوښتل، چې د تبرک لپاره پکې لمونځ وکړي. رسول الله(ص) همدغسې وکړل. تردې پېښې روسته، د”بنی غفم بن عوف” د ټبر یوې منافقې ډلې د قبا جومات له بنسټګرو سره په رخه او کینه وویل، چې د قباجومات په مقابل کې جومات جوړوو او لمونځ پکې کوو او د حضرت محمد(ص) په جماعت کی برخه نه اخلو. پردې سربېره، منافقانو یو مسیحي شیخ او راهب؛ ابوعامر ته هډه جوړوله، چې ځان یې تر جاهليت وړاندې مسیحي راهب ښوولی و او چې کله رسول الله (ص) مدینې ته راغی، دښمني یې ورسره پیل کړه او پر ضد یې ډلې ورته جوړولې، بیا مکې ته وتښتېد او د مکې تر سوبې روسته، طایف ته ولاړ او چې طایف ته ولاړ او د طایف اوسېدونکیو ایمان راووړ؛ نو شام ته وتښتېد. بیا روم ته وخوځېد، چې د رسول الله(ص) پر ضد د روم له پاچا مرسته وغواړي. دا مهال یې د مدینې منافقانو ته پیغام ورولېږه، چې ځان دې له پېغمبر سره جګړې ته چمتو کړي، جومات دې جوړ کړي او د ده او روم لښکر ته دې سترګې پر لار وي؛ البته مرګ یې مېلمه شو او د روم پاچا ته تر ورسېدو وړاندې ومړ. په هر حال منافقانو دا جومات جوړ کړ او له رسول الله(ص) نه یې وغوښتل، چې لمونځ پکې وکړي. رسول الله(ص) ژمنه وکړه، چې له تبوک څخه په راستنېدو کې به پکې لمونځ وکړي؛ خو په راستنېدو کې، خدای رسول الله په دې آیتونو د منافقانو له فتنې خبر کړ او مسلمانانو ته یې امر وکړ، چې دا جومات ړنګ کړي، و یې سوځوي او ډېران یې کړي[833].

۱۰۸- د جومات او رښتینو جوماتیانو انځور: له هغه جوماته مطلب، چې له ړومبۍ ورځې د تقوی پر بنسټ جوړ شوی (؛ لکه چې د مخکی آیت په څرګندنه کې وویل شول) د قبا جومات دی. د امام صادق رحمة الله علیه په یو روایت کی هم دا مطلب څرګند شوی دی[834]. د ضرار جومات له پېښې او له دې آیتونو یو ارزښتمن سبق دادی، چې یو دیني او ټولنیز فعال مرکز دوه ځانګړنې لري: لومړی داچې له پیله یې موخه سپیڅلې وي؛ “ له لومړۍ ورځې د تقوی له مخې جوړ شوی وي “. بل داچې پاسوال او ملاتړي یې مؤمن، هوډمن او پاک وګړي وي. “ داسې سړی پکې وي، چې سپېڅلتیا خوښوي” او په دې ځانګړونو کې، چې یې یوه هم نه وي، پایله ترلاسه کېدای نشي او مطلب ته نه رسي[835]. داچې د جوماتیانو له پاکۍ مطلب، ظاهري او بدني پاکي او مانیزه او باطني پاکي ده، مفسرانو پرې خبرې اترې کړي؛ خو په نظر رسي، چې دلته پاکي پراخه مانا لري، چې د شرک او ګناه له اثارو د روح هر ډول پاکونه او له چټلۍ او ناولتیا د بدن پاک سازي رانغاړي[836].

۱۱۱—جهاد؛ له خدای سره ګټوره راکړه ورکړه: خدای په دې آیت کې، ځان پېرونکی، مؤمنان پلوروونکي، د مؤمنانو ځانونه او شتمنۍ یې توکي، جنت یې بیه او تورات، انجیل او قرآن حکیم یې ددې راکړې ورکړې سند ښوولی دی[837]. دلته انسان د خدای ددې ټولو پېرزوینو په هېښتیا کی ورډوبېږي؛ هغه خدای، چې د هستۍ مالک او مطلق واکمن دی او هر څوک چې هر څه لري، د ده ورکړه ده؛ خو د پېرودنې په مقام کې، همدا ورکړې پېرزوینې پېر ته په سل ګرایه بیه پېري. ایا تردې ګټوره را کړه ورکړه شته؟ په دې اړه له حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) څخه په یوه روایت کې لولو: رسول الله(ص) په جومات کې و، چې دا آیت نازل شو. خلکو له سختې خوشحالۍ تکبیر ووایه. یو انصاري رامخې ته شو او په هېښتیا یې رسول الله(ص) وپوښت: په رښتیا دا آیت و، چې راغی؟! رسول الله(ص) وویل: “هو”. انصاري وویل: یوه ګټوره راکړه ورکړه ده. دا راکړه ورکړه نه ستنوو اوکه له موږ یې ستنېد ا غواړي، نه یې منو[838].

۱۱۲-د حقیقي شهیدانو ځانګړنې: له امام صادق رحمة الله علیه څخه په یو روایت کې لولو، چې د توبې سورت د(۱۱۱) آیت تر رانازلېد روسته، چې مجاهدینو ته د جنت زېری ورکړل شوی دی، رسول الله(ص) وپوښتل شو: چې څوک توره راواخلي، جهاد ته ولاړ شي او وژل شي؛ خو په ژوند کې په سترو ګناهونو اخته و؛ نو ایا دا سړی هم شهید شمېرل کېږي او د مخکې آیت زېری یې رانغاړي؟ دا مهال، دا آیت نازل شو او د حقیقي مجاهدینو او شهیدانو ځانګړنې یې وویلې[839]. خدای مؤمنان، په دې آیت کې، په خورا ښو ځانګړنو یادوي؛ داسې ځانګړنې چې درلودونکی یې د پوره ایمان خاوند دی او د جنت په اړه، د خدای پرېکونی ژمنه یې رانغاړي؛ خو درلودوونکی یې لږ دي؛ لکه چې له امام صادقرحمة الله علیه نه په یو روایت کی لولو: “ د عباد بصري په نامه (یو ناپوه مقدس ډولي) امام سجادرحمة الله علیه حج ته پر لار ولید، و یې ویل: علی بن حسینه! جهاد چې سخت دی، ورته دې شا کړې او حج، چې اسان دی، ورمخ کړی دې دی، حال دا خدای تعالی وايي: “ ان الله اشتری. . . “؟ امام سجادرحمة الله علیه وویل: “ که داسې مؤمنان مې لیدل، چې خدای د توبې سورت په ۱۱۲ آیت کې ښوولي. هو! په جهاد کې ورسره ملګرتوب، تر حجه غوره دی[840]“.

۱۱۲—د مؤمنانو ګرځېدنه: سیاحت د ځمکی پر مخ ګرځېدنې ته وايي او دلته هغو ځایونو ته د ورتلو پر مانا ده، چې خدای پکې یاد او نمانځل کېږي؛ لکه جوماتونه. حقیقي مؤمنان، له یوه جوماته بل ته او له یوې دیني غونډې بلې ته خوځي او د عبادت په رڼا کې یې د ځان جوړونې کړلارې، په یوه را ایسار چاپېریال کې نه رالنډېږي؛ بلکې ګرد ځایونه د پالونکي د نمانځنې، ځان سازۍ او روزنې مرکزونه دي. له رسول الله(ص) څخه په یوه روایت کې لولو: “ د امت ګرځېدنه مې په جوماتونوکې ده[841].

۱۱۳ – او۱۱۴- کبرجنو مشرکانو ته بښنه غوښتل منع ده: ۱۱۳ آیت په غوڅه وینا رسول الله او مؤمنان منع کوي، چې مشرکانو ته به بښنه نه غواړئ؛ ځکه دا چار؛ نوموړي ته یوه بې ځایه هیله ده، چې بیخي د بښنې وړ نه دی او د ژغورنې لار ورته نه انګېرل کېږي. پردې سربېره، د بښنې غوښتل، یو ډول د مینې ښوول دي، چې ځینو مشرکانوته له دې چاره سخت منع شوې او داچې له قرآن حکیمه باخبرو مسلمانانو، په آیتونو کې یې لوستي وو، چې حضرت ابراهیم علیه السلام یې خپل تره “آزر” ته بښنه غوښتې وه؛ نو شونې ده، دا پوښتنه ورته راوړه شي، چې ایا “ آزر” مشرک نه و، که دا چار منع وای؛ نو ولې هغه ستر پېغمبر داچار وکړ؟![842] قرآن حکیم دې انګېرنې ته ځواب وايي، چې استغفار یې ځکه و، چې ګومان یې کاوه، آرز سره له دې، چې مشرک دی؛ خو له خدای سره دښمني او ځېل نه لري او د هدایت هیله یې کېږي؛ نو د مهربانۍ له مخې یې ژمنه ورکړه، چې له خدایه بښنه ورته وغواړي؛ خو چې کله ورڅرګنده شوه، چې له خدای سره دښمن دی او پر خپل شرک او بېلاریتوب ځېلي دی؛ نو کرکه یې ترې څرګنده کړه[843].

۱۱۷-د تبوک غزا د سختیو یوه څنډه: دا آیت د تبوک غزا د سختیو په اړه نازل شوی دی. د غزا چار تردې ورسېد، چې یوې ډلې هوډ وکړ، چې ستانه شي؛ خو خدای پرې ولورېد او له دې هوډه یې لاس واخست، د سختیو یوه څنډه یې دا ده، چې هرو لسو تنو مسلمانانو یو اوښ درلود او په نوبت پرې سورېدل او توښه یې د اوربشو اوړه، د اوړو بور، لږې ورستې کجورې او چټل غوړي وو او څو تنو یې، چې لږ شانته کجورې درلودې، داسې یې ترې ګټنه کوله، چې یوه به کجوره په خوله کوله او مزه یې رودله بیا یې بل ته ورکوله او د اوبوګوټ یې کاوه او دې چار ته یې تر هغې دوام ورکاوه، چې یوازې د کجورې زڼی به پاتې شو[844].

۱۱۸- خدای ډېر توبه قبلوونکی دی: مفسرانو روایت کړی، چې دا آیت د درېیو تنو مسلمانانو” کعب بن مالک”، “ مرارة بن ربیع” او “هلال بن امیه” په هکله نازل شوی دی. دوی د رسول الله(ص) امر و نه مانه او د تبوک غزا ته ولانړل؛ خو له خپلې کړنې پښېمانه شول، چې کله نبي (ص) مدینې ته راستون شو، ورغلل او عذر یې وکړ؛ رسول الله(ص) خبره ورسره و نه کړه او له مسلمانانو یې هم وغوښتل، چې خبرې ورسره مه کوئ؛ نو ټول خلک ان کوشنیان هم ترې څنډې ته شول. د درې واڼو مېرمنې رسول الله(ص) ته ورغلې او و یې ویل: ایا موږ هم ترې ګوښه شو؟ آنحضرت وویل: نه؛ خو ورنژدې نشئ. په پایله کې، په مدینه کې یې ژوند سخت شو او ناچاره د مدینې غرونو ته ولاړل. هره ورځ یې کورنیو خواړه وروړل؛ خو خبرې یې ورسره نه کولې. دوی یو بل ته وویل: داچې خلک رانه خپه دي او خبرې راسره نه کوي؛ نو ولې موږ یو له بل سره خبرې وکړو؟! له همدې لامله سره جلا شول او پنځوس ورځې همداسې وو او د خدای درشل ته یې زارۍ او توبې کاږلې، تردې چې خدای یې توبه ومنله او په اړه یې دا آیت نازل شو. په دې آیت کې لطیف ټکی دادی، چې خدای وايي: “بیا خدای پرې ولورېد (او توفیق یې ورپربرخه کړ)، چې توبه وکاږي؛ بېشکه خدای ډېر توبه قبلوونکی لورین دی” ځینو مفسرانو تردې غونډلې لاندې ویلي، چې د بنده توبه د خدای له لوري د دوو توبو ترمنځ راغلې ده. خدای لومړی پر انسان لورېږي او د توبې توفیق ورکوي، بیا انسان توبه کاږي او بښنه غواړي او ورپسې بیا خدای پېرزوینه کوي او توبه یې مني[845].

۱۱۹—اهلبیت؛ حقیقي رښتوني: دا آیت له هغو آیتونو ځنې دی، چې شیعه عالمان یې د تشیع مذهب او د سپېڅلیو امامانو د مشرتوب جوتولو لپاره استناد پرې کوي. په دې استناد کې یې دلیل، د آیت لفظ او هغه احادیث دي، چې لاندې ترې راغلی دی. آیت وايي: “ له رښتینو سره وسئ “ صدق او رښتینتوب، مرتبې او درجې لري او دا آیت په مطلق ډول د صدق ټولو درجوته اشاره لري: په کړنو، ویناوو، نیت او ګروهه کې صدق، چې څوک په دې ټولو پړاوونو کې رښتین او صادق وي، مسلماً “ معصوم اوپاکلمنی “ دی؛ یعنې په کړنو، ویناوو او نیت کې یې بڅری دروغ او ګناه موندل کېږي نه او ټول وجود یې له هر ډول تېروتنې لرې دی[846].

 ۱۲۲- د دیني پوهایو د زده کړې اړتیا: دا آیت، چې د جهاد په هکله له تېرو آیتونو سره تړاو لري، یو واقعيت ته اشاره کوي، چې مسلمانانو ته ژوندنی اړخ لري او هغه داچې، که څه جهاد ډېر له اهمیته ډک او سرغړونه ترې ننګ او ګناه ده؛ خو په هغو ځایونو کې، چې اړتیا نه ایجابوي، چې ټول مؤمنان په جهاد کې برخه واخلي، په تېره په هغو وختونوکې، چې پخپله رسول الله(ص) په مدینه کې پاتې دی، نباید د نورو ښارونو ټول مؤمنان جهاد ته ولاړ شي؛ بلکې یو شمېر یې “ مدینة الرسول” ته ورشي، چې د دین احکام زده کړي او په ورستنېدا کې خپله هېوادوال له دیني پوهاویو خبر کړي او تقوی او پرهېزګارۍ ته یې وبولي[847]. په دې آیت کې مسلمانان په “ ښوونکیو او زده کړیالانو” ویشل شوي او په رښتینه کې هر مسلمان باید یا ښوونکی وي یا زده کړیال. په تاریخ کې ډېری پوهانو په دې آیت استناد کړی دی، چې اسلامي علوم دې د نورو ورښوولو ته د کفایي فرض په توګه زده کړي. د اوسنۍ نړۍ په ډېری هېوادونو کې د علم زده کړه پر ټولو لازمي ده او د قانوني حکم له مخې، هر کوشنی باید درس ولولي، که نه ولي او پالندوی یې پوښتل کېږي؛ خو په هېڅ ځای کې ورزده کول قانوني الزام نه لري؛ بلکې هر څوک د ښوونې مقام نیوای نشي؛ خو په اسلام کې لکه څنګه چې د پوهې زده کړه فرض ده؛ نورو ته یې ورښوول هم لازمي او وجوبي اړخ لري، چې یو دلیل یې همدا آیت دی[848].

۱۲۳- دښمنانو ته د زور ورښوول: خدای په دې آیت کې، د عمومي جهاد امر کوي؛ هغه جهاد، چې اسلام پرې خپرېږي، چې ګرده نړۍ ونیسي. په دې توګه که د مؤمنانو هر ټولی له خپل نژدې دښمن سره جهاد وکړي؛ نو اسلام پړاو په پړاو پراختیا مومی او پر نړیوالو ‎به واکمن شي. په دې آیت کې له ځګه توب، غوسې او پرېکندتوبه مراد، خدای او دین ته یې ځګه توب دی او مطلب دا نه دی، چې له کافرانو سره بدچلن او تېری ورباندې وشي؛ ځکه ټول دیني او اخلاقي آرونه دا نه مني او د جهاد آیتونو هم مؤمنان له هر ډول ظلم او تېري منع کړی دی[849]. د” او هغوی باید تاسې ځګه، پرېکنده (او ځواکمن) احساس کړي” له غونډلې انګېرل کېږي، چې د دښمن پروړاندې یوازې مړانه، دنننی شهامت او اروايي چمتووالی بسیا نه دی؛ بلکې باید دا چمتووالی وروښوول شي. په بله وینا، د ځواک شتون کافي نه دی؛ باید دښمن ته زور ور وښوول شي[850].

۱۲۶- کلنی ازمېښت: د کلني ازمېښت په باب، چې یو یا دوه ځل راغلي مفسرانو خبرې اترې کړې دي. ځینو دا رنځورۍ، لوږه او نور کړاوونه ګڼلی، ځینو د اسلام د دبدبې اغېزې او د جګړې په ډګر کې د رسول الله(ص) بریاوې (چې منافقانو د چاپېریالي شرایطو له مخې پکې ګډون کاوه) بللی او ځینو د منافقانو له رازونو د پردې هاخوا کونه ګڼلې؛ خو دې ته په پامنیوي، چې د آیت په روستیو کې لولو: “ او هغوی پند نه اخلي” راڅرګندېږي، دا ازمېښت له هغه ډول ازمېښتونو ځنې دی، چې باید ددې ډلې د ویښتیا لامل شي. همدغسې د آیت له تعبیره معلو مېږي، چې دا ازمېښت بې له هغو عمومي ازمېښتونو ځنې دی، چې په ژوندکې ټول خلک ورسره مخېږي. دې موضوع ته په پامنیوي، په نظر رسي، چې څلورم تفسیر (؛ یعنې له بدو کړنو یې د پردې هاخواکونه او د باطن را برسېرېدل یې) د آیت له مفهوم سره ډېر نژدې دی. دا احتمال هم شته، چې په آیت کې ازمېښت یو هر اړخيز مفهوم ولري، چې دا ټول موضوعات راونغاړي[851].

۱۲۷- منافقان د الهي آیتونو په رانازلېدو ډېر خپه کېدل: دا آیت د منافقانو یوې بلې ځانګړنې ته اشاره لري، چې کله د قرآن حکیم یو سورت رانازلېده او دوی به ناست هم وو او اورېده یې؛ نو یو بل ته یې کتل او له کتو یې مطب دا و، چې ایا څوک مو ویني؛ د هغه چا حال چې داسې یو مطلب واوري، چې د اورېدو وس یې نه لري او له خپګانه یې د مخ رنګ اوړي او ډاړېږي، چې د نورو یې د څېرې په اړونې دنننی حالاتو ته ورپام شي؛ نوځکه یې له هغه پوښتل، چې له پرېشانۍ یې خبرو: شاوخوا مو څوک له حاله خبر شوی که نه؟ بیا له رسول الله(ص) په داسې حال کې ستنېدل، چې خدای یې زړونه د الهي آیتونو له زده کړې او پرې له ایمان راووړو ګرځولي وو[852].

 ۱۲۸- د امت پر لارښونې د رسول الله (ص) ټینګار: د قرآن حکیم آیتونه او د رسول الله ژوند، ددې مطلب ګواه دی، چې هغه د مهربان پلار په څېر؛ بلکې ترې ورزیات (چې د خپلواولادونو ودې ته نهایي هڅه کوي او که خپل اولاد بېلارې وویني، زړه خوري) د خپل امت لارښوونې ته هڅه کوله او له بې لارېتوبه یې کړېده تردې چې کله له ډېر خپګانه نژدې ول، چې ساه ورکړی؛ لکه چې د کهف سورت په (۶) آیت کې لولو: “او که په دې خبره (=قرآن حکیم) ایمان را نه وړي؛ نو ښایي د کړنو له لامله یې ځان له غمه مړ کړې” هو! رسول الله(ص) خو پوهېده، چې بې لارې کسان د څه وحشتناکې پایلې پر لور ورروان دي او څرنګه خپل ابدي ژوند په اور سېځي؛ نو ژغورنې ته یې ښه هڅه کوله او له مخ اړونې یې سخت ځورېده [853].

سورة یونس

د یونس سورت ټوليزه منځپانګه:

دې سورت د ډېری مکي سورتونو په څېر پر څو آریزو او بنسټیزو موضوعاتو ډډ وهلې، چې تر ټولو مهم یې د مبدا اومعاد دوه موضوعات دي. ړومبی د وحې او د رسول الله(ص) د مقام خبرې کوي، بیاپر پیدایښت لګیا کېږي، چې د خدای د عظمت نښه ده، ورپسې خلک د دنیوي توکیز ژوند ناپایښتۍ او د آخرت تلپاتې ژوند ته متوجه کوي، چې په ایمان او صالح عمل ورته ځانونه چمتو کړي. همدغسې د همدې موضوعاتو په تناسب د سترو پېغمبرانو؛ لکه نوح، موسی او یونس علیهم السلام د ژوند بیلابېلې برخې راسپړي او بیا د تېرو ویینو تایيد ته، د بوتپالو د ځېل او سرسختۍ خبرې کوي او په هر ځای کې د خدای حضور او شهود ورته انځوروي، او په تېره ددې موضوع جوتولو ته له فطرته مرسته اخلي، چې د ستونزو پرمهال راښکاره کېږي او خدای یې رایادېږي. په پای کې د مخکې ویینو پوره کولو ته، په هر مناسب ځای کې، صالحانو ته د ښې پایلې له زېري ورکولو او فاسقانو ته دسپېرې پایلې له ګواښنې ګټنه کوي[854].

((أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَـذَا لَسَاحِرٌ مُّبِينٌ= ))

۲- قدم صدق: داچې قدم صدق څه دی، په اړه یې درې نظره دي. لومړی نظر دادی، چې ایمان فطري مخېنه لري او په حقیقت کې، مؤمنانو د خپل ایمان په ښوولو، د خپل فطرت غوښتنه تصدیق او ټیڼګار یې پرې کړی دی. دویمه نظریه داچې د آیت مانا، مقام او منزلت دی؛ یعنې مؤمنان د خدای پروړاندې د ثابت او مسلم مقام او منزلت درلودونکي دي، چې هېڅ څیز پکې ادلون بدلون راوستای نشي. درېیم داچې قدم د مشر او لارښود پر مانا دی؛ یعنې مؤمنانو ته یو رښتونی مشر ورلېږل شوی دی. په تفاسیرو کې تردې آیت لاندې ګڼ شمېر روایات راغلي، چې قدم صدق یې رسول الله(ص) یا د حضرت علي کرم الله وجهه ولایت تفسیر کړی دی، چې د همدې مانا تایيد ونکی دی[855]. په ظاهر کې د روایاتو مطلب دادی، چې د رسول الله(ص) شفاعت د مؤمنانو او پر ولایت ګروهنو پر برخه کېږي[856].

((إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ =))

۳- په شپږو ورځو کې د ځمکی او اسمان پنځون: یوم په عربي، روز په پارسي او ورځ په پښتو کې، په ډېرو ځایونو کې د دوران او پېر پر مانا کارېږي؛ لکه چې وایو: یوه ورځ مو په هېواد کې استبداد واکمن و؛ خو اوس ازادي ده؛ یعنې د استبداد پېر او دوران و او د استبداد تر پای روسته، د خلکو د ازادۍ پېر رارسېدلی دی[857].

۳- عرش: عرش کله چت او کله چت درلودونکي څیز او کله لوړو تختونو ته کارېږي. دا یې آریزه مانا ده؛ خو کنایي مانا یې ځواک او واکمني ده؛ لکه چې وایو: پلانی پر تخت کېناست یا یې د تخت ستنې راوپرځېدې یا یې له تخته راوپرځاوه. دا ټول د واکمنۍ ترلاسه کولو یا له لاسه ورکولو کنایه ده، حال دا شونې ده، له آره به د تخت په باب څه خبره نه وه، له همدې لامله استوی علی العرش پر دې مانا ده، چې خدای د چارو واګې او د هستۍ اداره په لاس کې ونیوه[858].

((هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ= ))

۵- میاشت؛ یو دقیق تقویم/ جنتري: که وینو، سپوږمۍ له ړومبۍ شپې نرۍ ده، ورپسې غټېږي او بیاسوکه سوکه نرۍ کېږي او روسته په مازي تیارې کې ورډوبېږي او بیا نرۍ راښکاره کېږي او خپل پخواني پړاوونه وهي؛ نو دا ادلون بدلون خوشې او چټي نه دی؛ بلکې یو ډېر دقیق او ژوندی طبیعي تقویم دی، چې پوه او ناپوه پرې پوهېدای شي، چې د خپلو چارو نېټه پرې وټاکي او دا یې را ته پر رڼا سربېره دی[859].

((إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ =))

۷- دنیا؛ ژرتېرې او غولوونکې ده: حضرت علي کرم الله وجهه – چې په رښتیا یې دنیا څنډې ته کړې وه او بیخي د دنیا ځلبلۍ، پړق وپوک و نه غولاوه – د ژرتېرې او غولوونکې دنیا په اړه وايي: ((تر څښتن ستاینې روسته؛ له حرامې دنيا مو ډاروم؛ ځکه په تالو کې خوږه (يا په خوند خوږه) او په سترګو کې شنه او زړه راښکونکې ده او په ځاني غوښتنو او شهوتونو کې رانغاړل شوې ده او په بېړنيو خوندونو ځان خلکو ته مينه ناکه ښيي او په ډېر لږ سينګار د خلکو پام را اړوي او ځان يې د چلونو او هيلو په ګاڼه پسوللى، ښادي يې ناپاینده – کم پایښته ده او څوک يې له غم و خپګانه خوندي نه دى. حرامه دنيا خورا تېر ایستونکې او ډېره تاوان رسوونکې ده، تل اوړي را اوړي او زوالېدونکې ده او مخ پر خلاصېدو او ورکاوي ده، د ګېډې ډکون یې دادى، چې ټول خلک هلاک کړي، دا ددې دنيا حال دى.))

((دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ=))

۱۰- په جنت کې د جنتیانو درې ستر خوندونه: په دې آیت کې د جنتیانو درېیو حالاتو یا درېیو نعمتونو او سترو خوندونو ته اشاره شوې ده: ړومبی حالت، هغه وخت دی، چې د ذات جذبه او د خدای صفات یې وجود رڼا کوي او دا یو خوند دی، چې له بل هېڅ خوند سره د پرتلنې وړ نه دی، په دې وخت کې وايي: خدایه! سپېڅلی یې . دویم حالت، هغه خوند دی، چې د سولې، صفا او تفاهم په چاپېریال کې د مؤمنانو له خپلمنځي اړیکو پیداکېږي. هر وخت یو بل ته رسي او د صفا او صمیمیت خبرې کوي او هلته یې درود او تحیت، سلام دی درېیم حالت، هغه خونددې، چې د جنتي نعمتونو له ور رسېدو یې اخلي او بیا یې هم خدای ته پام وراړوي؛ هلته چې هر وخت د خدای له ډول ډول نعمتونو برخمنېږي؛ خوله په ستاېنه راسپړي: ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته ده[860] له رسول الله (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: جنتیان، چې څه وغواړي، په مازي غوښتلو یې وايي: سبحان اللهم. په دې وخت کې، چوپړیان یې ورحاضروي، بې له دې، چې اجازه ترې واخلي او تر خوراک څښاک روسته خدای ستایي: (الحمد الله رب العلمين؛ ستاینه یوازې نړۍ پال الله ته ده [861].

((وَلَوْ يُعَجِّلُ اللّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ =))

۱۱- خدای په عذاب ورکولو کې بېړه نه کوي: ددې آیت په تفسیر کې یې ویلي، چې انسان د خپل طبیعت له مخې بېړندوی دی او ښه یې ایسي، چې څه یې پر ګټه وي، چټک ورورسي او علتونه او وزلې یو لاس شي او غوښتنې یې ژر پوره شي. په حقیقت کې، دا مطلب له خدایه غواړي؛ ځکه ټول علتونه او اسباب د خدای په واک کې دي او هغه آریز مسبب دی. د انسان دا خوی او خصلت، پر ځاني غوښتنو ولاړ شوی دی؛ خو د هستۍ نظام د انسان په ځاني غوښتنو پسې نه ځي؛ بلکې انسانان د اسبابواو عللو د نظام لارویان دي او هستي د حکیم خداۍ مخلوق او پنځونه ده، د حکمت او پوهې له مخې رادبره شوې ده. که د څيزنو په پیدایښت او له علتونو د معلولونو په پنځونه کې الهي سنت، له بشري سنتوسره ورته او د ناپوهۍ اوناخبرۍ له مخې و؛ نو باید خدای په بیړه انسانان په عذاب هلاکول؛ ځکه سرغړاند انسان، چې له معاده نټه کوي، د عذاب وړ دی؛ خو خدای د انسانانو په عذاب کی بیړه نه کوي؛ بلکې په دنیا کې څه موده مهلت ورکوي، چې امتحان یې کړي؛ ځکه دنیا ازمېښتځای دی او نه د سزا او بدلې[862].

((وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَـذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ. قُل لَّوْ شَاء اللّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَدْرَاكُم بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ .فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ= ))

۱۵ تر۱۷ – مشرکان او د بل قرآن حکیم غوښتنه: دا آیت د هغوی په هکله خبرې کوي، چې بوتپالنه، ظلم، فساد او فحشا یې له غوښې او وینې سره اخږل شوې، چې قرآن حکیم دا ټول منع کړي دي. له همدې لامله، هغه آیتونه یې نه منل، چې د دوی ګروهې او کړنې یې غندلې؛ نو رسول الله (ص) ته یې وویل: داسې قرآن حکیم راوله، چې له شرک، بوتپالنې، فحشا او منکره مو نه منع کوي، یا یې آیتونه پر نورو آیتونو واړوه، چې رسول الله یې (معاذالله) شاعر یا کیسه ویوونکی ګاڼه، چې کوم شعر وايي یا چا ته کیسه کوي؛ خو د اورېدوونکیو شعر یا کیسه نه خوښېږي او ترې و غواړي، یو بل شعر ووايي یا یوه بله کیسه وکړي، یا څه اړونه پکې وکړه، چې خوښ مو شي! خدای خپل پېغمبر(ص) ته امر کوي، چې په ځواب کې یې ووایه: زه له ځانه خبرې نه کوم او چې څه وایم، الهي وحې ده، کلونه کلونه درسره وم او دغسی خبرې مې نه کولې، چې داپخپله ددې آیتونو د وحې والي دلیل دی او که په خدای پورې دروغ وتړم او بل قرآن حکیم راولم، یا پکې ادلون بدلون وکړم؛ نو له خورا ظالمانو ځنې به یم؛ ځکه ډېر ظالمان هغوی دي، چې په خدای پورې دروغ تړي[863]. د اسلام دښمنانو، له اسلام سره په مبارزه کې درې پړاوه پلي کړل: لومړی یې له آیتونو سره عملي او مخامخ مبارزه پیل کړه او د قرآن حکیم د پوهاویو په هکله یې ټکې او شبهات مطرح کړل، چې پایلې ته و نه رسېدل. په ورپسې پړاو کې یې له قرآن حکیمه سره په عملي مبارزه لاس پورې کړ او هڅه یې وکړه، چې ددې الهي کتاب پروړاندې، کتاب یا لس سورتونه یا په څېر یې یو سورت راولي او دې سپېرې موخې ته یې ټول ادیبان، فصحا او خوله ور راغونډ کړل؛ خو څه ګټه یې و نه کړه. په روستي پړاو کې یې هڅه وکړه، چې پخپله رسول الله قرآن حکیم لږ و ډېرکړي او آنحضرت(ص) تور او افترا ته اړ کړي، چې په دې لار کې هم بریالي نه شول. دا آیت همدې ډول مبارزې ته اشاره لري. مطلب داچې د قرآن حکیم عزت او حکمت ددې لامل شو، چې ددین ددښمنانو ټولې عملي او علمي مبارزې، چل ول، زور او پوځي هڅې خوشې ولاړې[864].

((وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ =))

۱۸- د بوتانو پر شفاعت ګروهه: دا ګروهه، د بوتپالنې یوه انګېزه وه؛ لکه چې په تواریخو کې راغلي: د عربو یو مشر؛ عمروبن لحی د ځان درملنې ته د شام د کانی او بوت ګټنې لپاره هلته ورغی، د بوتپالو حالات یې په پام کې ښه راغلل او چې ددې نمانځنې دلیل یې ترې وپوښت؛ نو په ځواب کې یې وویل: دا بوتان د اورښت لامل، د ستونزوهواروونکي او د خدای په درشل کې سپارښت کوي. عمروبن لحی ، چې یو خرافي انسان و، تر اغېز لاندې راغی او حجاز ته یې د وړو لپاره ځینې بوتان ترې وغوښتل او په دې توګه، په حجاز کې بوتپالنه دود شوه‎[865]. د بوتانو له شفاعته د بوتپالو مطلب، په دنیوي چارو کې وساطت و؛ نه په قیامت کې سپارښتنه؛ ځکه پر قیامت یې هډو ګروهه نه درلوده[866].

((وَيَقُولُونَ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ فَانْتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ=))

۲۰- له رسول الله (ص) نه د هېښنده معجزو غوښتنه: آیة (معجزه) که څه مطلق ده او هر ډول معجزه رانغاړي، داسې لاسوندونه شته چې راښیي، د رسول الله (ص) پېژندو ته یې معجزه نه غوښته؛ بلکې د وړاندیزې معجزو پوره کول یې غوښتل؛ یعنې هره ورځ، چې یو معجزه په نظر ورتله، رسول الله ته یې وړانديز کاوه او پر تمه وو، چې رسول الله یې وړانديز ته غاړه کېدي. ته وا رسول الله(ص) یو بېکاره انسان دی، چې د ټولو معجزوکونجیانې ورسره وې او پر تمه دي، چې څوک ورشي او څه وړانديز وکړي؛ له دې غافل دي، چې: لومړی داچې معجزه د خدای چار دی او یوازې د ده په حکم ترسره کېږي او دویم داچې معجزه د پېغمبر پېژندنې او د انسانانو ښیون ته ده او یو ځل یې هم دې مطلب ته بسیا ده او درېیم داچې د اسلام پېغمبر(ص) بې له قرآن حکیمه، کافي هومره معجزې ورښوولې وې او وړانديزونه یې مازي ځاني غوښتنې وې[867].

((وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ=))

۲۱- د الهي لورنو په اړه د انسان ناشکري: دا آیت یو ټولیز او عمومي مطلب څرګندوي، چې د الهي لورنو پروړاندې د ډېرو انسانانو ناشکري ده. که خدای په سختیو او ستونزو پسې کومه لورنه پرې وکړي، د شکر پر ځای، په الهي آیتونو کې ټګي کوي. په تېرو آیتونو کې ددې ټګیو څرګندو بېلګو ته اشاره وشوه او دا د قرآن حکیم د آیتونو په باب د مشرکانو چل ول و؛ ددې نعمت پروړاندې یې وویل: بې له دې بل قرآن حکیم راوړه یا یې بدل کړه[868] یایې وویل: ولې پرې د خپل پالونکي له لوري کومه معجزه نه راځي؟[869] او په دې خبره یې دا مطلب راورساوه، چې قرآن حکیم معجزه نه ده او په دې توګه یې له الهي آیتونو سره دوکه وکړه[870]. په هر ډول یې د خدای د آیتونو، کړاوونو او نعمتونو په راښکاره کېدو، په ناروا مخونه او د تېښتې پر لارو غور کاوه؛ لکه کړاووونه یې د بوتانو د غوسې نښه او نعمت او ارامي یې د دوی د مینې دلیل ګاڼه یا دا ټول یې یو لړ تصادفات ګڼل. الهي مکر په ظاهر کې د خدای سزا ده، چې ځینې وخت ډېره پټه او بې هېڅ سريزې او په ډېره چټګۍ عملي کېږي. ان کله خدای په خپل لاس مجرمانو ته سزا ورکوي. ښکاره ده، هغه چې تر ټولو وسمن او د خنډونو او اسبابونو پر لرې کونه لاسبری دی، دسیسې یې هم چټکې وي. په بله وینا، هر وخت، چې وغواړي چا ته سزا ورکړي، ورکوي یې؛ خو نور داسې نه دي[871].

((فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَينَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ= ))

۲۳- ظلم او تېری چټکې پایلې لري: له امام صادق رحمة الله علیه نه په یو روایت کې راغلي دي: درې څيزونه دي، چې (سزاوو اثار یې) کوونکي ته ورګرځي: د تړون ماتونه، ظلم او دوکه بیا امام دا آیت ولوست: خلکو! ظلمونه، ستاسې پر خپل زیان دي له امام باقر رحمة الله علیه څخه په بل روایت کې لولو: (انسان ته چې) کوم په بیړه شر ورسي؛ د ظلم سزا ده له رسول الله(ص) څخه په بل روایت کې لولو: که (د فرض له مخې) یوغر پر بل غر ظلم وکړي د همدې ظلم له لامله به له منځه ولاړ شي[872].

۲۴ او ۲۵. دنیا؛ ناپایښته کور؛ خو جنت؛ د سولې او سلامتیا کور: قرآن حکیم په دې دوو آیتونوکې د دنیا ناپایښتي په ښکلي مثال کې انځور کړې ده. یو بڼ یې انځور کړی، چې له ونو او بوټو ډک دی او مېوې یې هم پخې شوې؛ خوپه تیاره شپه یا رڼا ورځ کې، توره وریځ پرې راخپره شي، تالنده او برښنا او بیا توپان اوسخته ږلۍ پرې واوري او بڼ سخت وځپي. سبا، چې بڼ ته ورشوو؛ نو ونې یې داسې ماتې، بوټي یې مړاوي او هر څه یې ګډ وډ وي، چې هډو باور مو نه راځي، چې دا پرونی بڼ دی. هو! دا د انسانانو د ژوند پېښه ده، په تېره زموږ په وخت کې، چې کله یوه زلزله یا یو څوساعته جګړه یو اباد ښار داسې وځپي، چې پر یوه کنډره یا د مړیو پر یو مړیستون یې اړوي او خلک څومره غافل دي، چې دغسې ناپایښته ژوند ته یې زړه خوشحاله کړی؛ خو په جنت کی نه د مادي نړۍ د لوټمارانو شخړې شته او نه له خدایه د ناخبرو شتمنو احمقانه مزاحمتونه او نه د ښکېلاک او زبېښاک خونړۍ جګړې. دا ټول مفاهیم، په دارالسلام (د سولې او سلامتیا کور) کې راټول شوي او که دنیوي ژوند توحیدي او الهي بڼه ونیسي؛ نو پر دارالسلام اوړي او د توپان ځپلې کرنې له بڼې وځي[873].

((لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلاَ يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلاَ ذِلَّةٌ أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ =))

۲۶- د حُسنی او زیادة مانا: مرحوم علامه طباطبایي د لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ په تفسیر کې دوه احتمالونه یاد کړي دي. لومړی داچې خدای هر نېک چار ته، په خپلې لورنې د خپله چار هومره بدله ورکړې، بیا یې دا بدله د عملي کوونکي د استحقاق له مخې، لس ګرایه یا ډېره کړې ده او وايي: چې څوک کوم نېک چار راوړي، لس ګرایه یې بدله لري[874] . هغوی چې ایمان راوړی او ښې چارې یې کړې وي، (خدای) به یې بدلې پوره ورکړي او خپلی لورنې به پرې ورزیاتې کړي[875] . دویم احتمال داچې، له ښې بدلې مطلب، ښه عاقبت دی او څه چې انسان له ښو او خوښیو درک کولای شي او له زدیاَه مطلب، له هغه څه ورهاخوا دی، چې انسان یې د خدای له لورنې او فضل درک کولای او پرې پوهېدای شي؛ لکه چې د سجدی سورت په ۱۷ آیت کی یې لولو: نو د سترګو د یخېدو کوم څيزونه، چې د کړنو په بدله کې ورته پټ کړای شوي، هېڅوک پرې نه پوهېږي د ق سورت په ۳۵ آیت کې هم راغلي دي: چې څه وغواړي، هلته ورته (چمتو) دي او ډېر نعمتونه راسره شته (چې د هیچا په خوا او خاطر کې نه راځي) .

((هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَّا أَسْلَفَتْ وَرُدُّواْ إِلَى اللّهِ مَوْلاَهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ= ))

۳۰- قیامت؛ دکړنو د څکلو او سنجونې ورځ: دا آیت وايي، چې په قیامت کې انسانان خپلې کړنې سنجوي؛ لکه چې د کرنې حاصلات په څکلو ازمېښتېږي، چې خاموالی یا پخوالی او مزه یې معلومه شي، په قیامت کې د انسان کړه وړه هم ازمېښتېږي او انسان یې څکي، چې پوه شي خواږ دي که تراخه. ډېر داسې کړه وړه دي، چې په نړۍ کی خواږه ښکاره شوي؛ خو په قیامت کې تراخه وي یا اپوټه؛ ځکه په روایاتو کې راغلي دي: جنت په ترخو او دوزخ په شهوتونو کې رانغاړل شوی دی ؛ نوځکه قرآن حکیم وايي: هلته هر څوک خپل کړی چار سنجوي[876] ‎.

((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ=))

۳۱- د سترګو او غوږونو مالک: له دې غونډلې مطلب دادی، چې د انسان حواس د خدای په واک کې دي، لاسوهنه، دخل او تصرف پکې کوي. د سترګو او غوږونو یاد یې له دې لامله کړی، چې تر نورو حواسو یې په انساني ژوند کې اغېز ډېر ښکاره دی. انسان په پینځګونو حواسو له خدای ورکړو امکاناتو ګټنه کوي او چې څه یې ښه ایسي پر لور یې وردرومي او چې بد یې راځي، ځان ترې بچوي. خدای په دې غونډله یا دوی، چې دا حواس یې په واک کې دي او هر ډول تصرف او لاسوهنه پکې کړای شي، لږو ډېرولای شي؛ نوځکه کله داسې انسانان وینو، چې له ځینو حواسو یې برخمني ناڅیزه ده یا یې تر نورو له پینځګونو حواسو ځینې برخې غښتلې دي[877]. کله خدای پاک پر خپلو غړیو د انسان تسلط او لاسبري اخلي؛ له همدې لامله ډېر کسان شته، چې د مړینی پرمهال د خپلو سترګو او خولې بندولو اجازه هم نه لري او په پرانستو سترګو او وازه خوله مري[878].

۳۱- ژوند؛ پېچلی او له خواله ډکه ښکارنده: داهماغه موضوع ده، چې تر اوسه د طبیعي علومو د پوهانو عقلونه پکې حیران پاتې دي، چې څنګه ژوندی موجود له بې ساه موجوده رامنځ ته شوی؟ بېشکه، د ژوند پېچلې، ظریفه او له رازونو ډکه ښکارنده، سرباندې (فوق العاده) پوهې، ځواک او ټولیز عقل ته اړینه ده. خدای په پیل کی نه یوازې، د ځمکی له بې ساه موجوداتو ساکښ وپنځول؛ بلکې پردې سربېره، سنت یې پردې ولاړ دی، چې ژوند هم تلپاتې نه وي؛ نو له همدې لامله، مرګ یې د ژوند په زړه کې پنځولی، چې له دې لارې ادلون بدلون او تکامل ته ډګر پرانستی وي. ددې آیت په تفسیر کې، یو بل احتمال هم ورکړ شوی، چې پر مادي مرګ او ژوند سربېره، ما نیز مرګ او ژوند هم په پام کې دی؛ ځکه هوښیار او پاکلمني انسانان وینو، چې کله له بې ایمانه، بې لارې او ګناهکارو موروپلار زيږېدلی وي او اپوټه یې هم لیدل شوي، چې د وراثت د قانون پرخلاف، له ارزښتمنو موروپلار بې ارزښته او زړه مړاوی انسانان پیدا شوی دی. دا مضمون، له اهلبیتو نه په ګڼ شمېر روایاتوکې راغلی دی[879].

((قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّيَ إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ =))

۳۵- د چا لاروي وړ ده؟ دا آیت د توحید له دلایلو او د نړۍ په تدبیر او مالکیت کې د خدای ایکی یوتوب څرګندوي؛ په دې توګه، چې انسان باید په ټولو چارو کې د فطرت او عقل له مخې، په حق پسې ولاړ شي، ان که انسان د تېروتنې یا ځاني غوښتنې له مخې، له حقه واوړي او په ناحقو پسې ولاړ شي، په حقیقت کې، ناحق یې حق ګنلی او دی ناسمې انګېرنې تېر ایستی دی، له همدې لامله، که یې وپوښتي؛ نو عذر راوړي او ځان د حق لاروی ښیي؛ نو په هرو شرایطو کې د حق لاروي لازمه ده او که چا نور حق ته هدایت کول؛ نو لازم دي، چې لاروي ترې وشي؛ ځکه لاروي ترې د حق لاروي ده؛ البته په دې آیت کې له هدایته مطلب، یوازې د لارې ښوول نه دي؛ ځکه که څوک له لارې سره اشنا وي؛ خو پخپله په لار کې حرکت نه کوي، بیا هم لار ښوولای شي؛ خو د لارې ښوول او مخې ته رسول یوازې د خدای چار دی، یا د هغوی چې خدای بې له کو مې واسطې هدایت کړی او پر هدایت یې پوره ډاډمنېدای شو، چې دوی بې له پېغمبرانو او امامانو علیهم السلام نور څوک نه دي. خدای په دې آیت کې مشرکان پوښتي، چې ایا د هغه چا لاروي ښه ده، چې هم لار ښیې او هم موخې ته رسوي یا د معبودانو لاروي، چې بیخي د هدایت وس نلري او بلکې که هدایت منونکی وي، باید یو څوک یې هدایت کړي؟! داچې مشرکان دې پوښتنې ته څه ځواب نه لري؛ نو رسول الله(ص) ته دستور ورکوي، چې پر ځای یې خپله ځواب کړه او ووایه: یوازې الله حق ته لار ښیي[880]

((أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ=))

۳۸- د قرآن حکیم هر اړخیزتوب: هغوی چې قرآن حکیم د بشري اند زوکړه بولي، خدای یې په دې آیت او نورو آیتونو کې رابلي، چې د قرآن حکیم د سورتونو په څېر دې یو سورت راوړي او له دې لارې جوتوي، چې په دې اړه د انسانانو بېوسي ددې اسماني کتاب پر وحیانیتوب دلیل دی. بل ټکی داچې د قرآن حکیم اعجاز یوازې په بې ساري فصاحت او بلاغت کې نه رالنډېږي؛ بلکې دا یې د بې ساریو ځانګړنویوه څنډه ده، چې بشريت یې د ځان پروړاندې عاجزۍ ته اړ کړی. ویلای شو، چې د قرآن حکیم خورا مهمه ځانګړنه؛ هر اړخیزتوب یې دی: بنسټیز الهي پوهاوی، عبادي احکام، مدني، سیاسي، وټیز او قضایي قوانین، ستر خویونه، ښه آداب، د پېغمبرانو او تېرو امتونو داستانونه، غیبي خبرونه، د پرښتو، پېریانو، اسمان او ځمکې توصیف، پندونه، ګواښنې او هیلې، د پیدایښت پیل او بېرته یې خدای ته ورستنېدا، پیاوړي دلایل، څرګندنې؛ نوراني او هدایت ډوله ویناوې یې، دا ټول هغه مطالب دي، چې انسان باوري کوي، چې دا د خدای له لوري یو کتاب دی او د انسان محدود ځواک یې په څېر د راوړو وس نه لري[881].

((بَلْ كَذَّبُواْ بِمَا لَمْ يُحِيطُواْ بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ= ))

۳۹- جهل او ناپوهي؛ له حق سره د مقابلې یو مهم لامل: له دې آیته ګټنه کېږي، چې له آره له حق سره د شخړې او مخالفتونو مهمه برخه، له ناپوهۍ راولاړه شوې ده؛ نوځکه یې ویلي، چې کفر د ناپوهۍ پای ده. د هر حق غواړي مسلمان لومړۍ دنده داده، د کوم څیز په اړه چې نه پوهېږي، چوپتیا دې خپله کړي او انتظار دې وباسي او هڅه دې وکړي، چې د یو مطلب ټول اړخونه وڅېړي او چې د یو څیز نفې ته یې غوڅ دلایل موندلي نه وي، نه دې یې نفې کوي؛ لکه چې نباید بې له پرېکنده دلیله د یو څیز اثبات ومني. په دې باب له امام صادق رحمة الله علیه څخه په یو روایت کې لولو: خدای دې امت ته، د قرآن حکیم په دوو آیتونو، دوه مهم سبقونه ورکړي دي: یوازې دې هغه څه ووايي، چې پرې پوهېږي او پر څه چې نه پوهېږي، نټه دې ترې نه کوي ورپسې امام دا آیتونه ولوستل: ایا (د خدای) دکتاب ژمنه ترې اخستل شوې نه وه، چې په خدای پورې به (دروغ نه تړي او) یوازې حق به وايي[882]. بلکې داسې څه یې دروغ وګڼل، چې خبر ترې نه وو[883]

۳۹- تا ویل: ګورﺉ د آل عمران سورت د ۷ آیت څرګندنه.

((وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُواْ إِلاَّ سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَاء اللّهِ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ=))

۴۵- دنیا لنډ عمرې ده: په نړۍ کې د لږ تمېدو احساس، یا په دې پار ده، چې د قیامت د تلپاتې ژوند په پرتله د یو ساعت هومره ډېر نه دی، یا پر انسانانو ناپایښته نړۍ دومره چټک تېرېږي، ته وا تر یوه ساعته ډېره نه وه، یا انسانان له خپل عمره د ناسمې ګټنې له لامله انګېري، چې ټول عمر یې تر يوه ساعته ډېر ارزښت نه درلود؛ نوځکه د ((یتعارفون بینهم= یو بل (ویني او) پېژني)) د غونډلې تفسیر، په نړۍ کې یې د تمېدو او د رنګ څومروالي ته اشاره ده؛ یعنې عمر دومره لنډ احساسوي، ته وا هرومرو، دوه تنه یو بل وویني، معرفی او سره بلد شي. دا احتمال هم ورکړ شو، چې منظور ترې، د برزخ پېر دی؛ یعنې په برزخ کې خوب ته په ورته حالت کې ورډوبېږي، چې دکلونو، پېړیو او زمانو تېرېدانه احساسوي، داسې چې د قیامت پرمهال په اند یې د برزخ موده یې (چې ښایي زرګونه یاپه لس ګونو زره کاله وي) تر یوه ساعته ډېره نه وه. ددې تفسیر له مخې، د یتعارفون بینهم د غونډلې مانا به دا وي، چې دوی د برزخ موده دومره لنډه احساسوي، چې د نړۍ هېڅ مطلب یې هېر کړی نه دی او یو بل ښه پېژني؛ یا هلته یو د بل ناوړه کړنې ویني او ې یو د بل باطن پېژني، چې دا پخپله ورته یوه ستره رسوايي ده[884].

((وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ.وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ. وَيَقُولُونَ مَتَى هَـذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ. قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ. أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُم بِهِ آلآنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ .ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذُوقُواْ عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلاَّ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ. وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنتُمْ بِمُعْجِزِينَ . وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الأَرْضِ لاَفْتَدَتْ بِهِ وَأَسَرُّواْ النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُاْ الْعَذَابَ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ .أَلا إِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَلاَ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ .هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ))

۴۶ تر۵۶. د رسول الله (ص) تر رالېږلو روسته د مؤمنانو ژغورنه او د کافرانو عذاب: دا آیتونه مو، د خدای له پرېکنده قانونه خبروي، چې ټول امتونه رانغاړي. قانون دادی، خدای حکم کړی، چې هر یو امت ته یو پېغمبر ورولېږي، چې الهي پېغامونه ورورسوي، بیا د عذاب په ورلېږلو، د هغه او امت ترمنځ یې ورمندون وکړي او د امت مؤمنان وژغوري او د خدای او د ده پېغمبر دروغجن ګڼونکی ورک کړي. روسته د اسلام پېغمبر (ص) ته حکم کوي، چې امت دې خبر کړه، چې دوی هم بې له څه استثنا په دې قانون کې رانغاړل شوي دي؛ البته ددې پوښتنې ځواب یې ورکړی نه دی، چې څه وخت به د پېغمبر(ص) د امت پر مجرمانو الهي عذاب راکېووځي او وخت یې مهم پرېښودی دی. د همدې سورت تر(۵۰) آیت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه نه په یو روایت کې لولو: له دې آیته مطلب، هغه عذاب دی، چې په آخر الزمان کې به پر ظاهر مسلمانو فاسقانو راکېووځي. دوی پر ځانونو د الهي عذاب له را کېووتو نټه کوي[885] .

((أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُم بِهِ آلآنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ=))

 ۵۱- د عذاب راکېووتو پرمهال توبه نه منل کېږي: دا آیت پردې حقیقت ټینګار کوي، چې د عذاب راکېووتو پرمهال، د توبې ورونه تړل کېږي او پښیماني به ګټوره نه وي. دلیل یې هم څرګند دی؛ ځکه په داسې حال کې توبه، د زور او اندېښمنۍ توبه ده، چې داسې توبه ارزښت نه لري[886].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ=))

۵۷- قرآن حکیم د زړونو د رنځوریو شفا ده: دا حقیقت امام علي کرم الله وجهه په خورا غوره ویناوو څرګند کړی دی: د خپلو دردونو درمنله له قرآن حکیمه وغواړئ، چې سختي درباندې راشي. له قرآن حکیمه مرسته وغواړﺉ، قرآن حکیم د کفر، نفاق، تباهۍ او بې لارۍ د خورا سترو دردونو شفاده [887].

((قُلْ بِفَضْلِ اللّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُواْ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ =))

۵۸- فضل او رحمت: مفسرانو، د فضل او رحمت په توپیر کې، ډېرې خبرې اترې کړي دي. ځینوالهي فضل ظاهري نعمتونو او رحمت یې باطني نعمتونو ته اشارې بللې دي. ځینو ویلي، چې الهي فضل، د نعمت پیلامه او د خدای رحمت، د نعمت دوام دی او داچې په ګڼ شمېر روایاتوکې لولو، چې له الهي فضل منظور، د پېغمبر(ص) شتون او د نبوت نعمت دی او د پالونکي له رحمته مراد، د علي کرم الله وجهه شتون او د ولایت نعمت دی، ښایي همدې تفسیر ته اشاره وي؛ ځکه رسول الله د اسلام پیلامه و او علي کرم الله وجهه یې د پاینې او د ژوند د غځېدا لامل شو[888].

((قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلاً قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ =))

۵۹-په جاهليت پېر کې په حلالو او حرامو د څارویو ویش: تر اسلام وړاندې جاهلي عربو په جاهليت پېر کې د خپلو جاهلي دودونو له مخې د اوښ او پسه په څېر څاروي ځینې حرام او ځینې حلال اعلانول او ترمنځ یې هېښنده ویشنه کړې وه؛ لکه وصیلته، سایبة، حام او. . . [889]

((وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِن قرآن حکیم وَلاَ تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلاَّ كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ=))

۶۱- عالم د خدای محضر دی: په دې آیت کې، ټولو مسلمانانو ته یو ستر سبق ویل شوی؛ داسې سبق، چې ورته پام یوه ټولنه صالح او پاکوي او هغه داچې دې حقیقت ته مو پام وي، که هر ګام اخلو او هره خبره کوو، هر اند، چې مو په مغزو کې وي، چېرې چې وینو او په هر حال کې یو، نه یوازې سبحان خدای؛ بلکې پرښتې یې هم مو څاري او په ټول پام مو ویني، په اسمان او ځمکه کې یې له علمه کوشنی شانته حرکت نه پټېږي؛ بلکې ټول په هغې دړې کې کښل کېږي، چې خوندي ده؛ غلطي، تېروتنه او بدلون ورته سوړه کړای نشي. بې دلیله نه ده، چې امام صادق رحمة الله علیه وايي: د اسلام پېغمبر، چې کله هم دا آیت لوست؛ نو سخت یې ژړل داچې رسول الله (ص) له هومره اخلاص، بندګۍ، د خلکو خدمت او د پنځګر په نمانځنې، د خدای د علم پروړاندې له خپل چاره ډارن وي؛ نو زموږ او نورو حال خو څرګند دی[890].

((أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ =))

۶۲- د خدای دوستان وېره او غم نه لري: اولیا، د ولي جمع ده، چې د دوه څيزونو ترمنځ د واټن نه درلودو پر مانا ده؛ نوځکه د خدای ولیان هغه کسان دي، چې د دوی او خدای ترمنځ حایل او واټن نشته؛ له زړونو یې پردې لرې شوې او د معرفت په رڼا، ایمان او نږه کړنو، خدای د زړه په سترګو داسې ویني، چې زړه ته یې هېڅ ډول شکمني لار نه مومي او له الله (چې بې انتها وجود، بې پایه ځواک او مطلق کمال دی) سره د همدې اشنایۍ له مخې په پام کې یې غیرالله واړه، کم ارزښته، ناڅیزه او ناپایښته دي، چې څوک له سمندر سره بلد وي، څاڅکی یې په پام کې څه ارزښت نه لري او چې څوک لمر ویني؛ نو تتې شمع ته بې اعتنا دی، له همدې لامله وجود ته یې ډار او خپګان څه سوړه کړای نشي؛ ځکه ډار په لاس کې د انسان د شته نعمتونو د له لاسه ورکولو په پار دی یا هغه خطرونه، چې شونې ده په ګانده کې یې وګواښي او غم وخپګان یې له دې لامله دی، چې په تېرو کې یې نعمتونه درلودل او اوس یې له لاسه وتلي؛ خو د خدای ولیان او رښتوني دوستان د مادي نړۍ له هر ډول تړلتیا او اسارته ازاد دي او هغه غمونه او خپګان یې وجود ته ننوتای نشي، چې نور تل د تېرو او ګاندې په اندېښنو اوپرېشانیوکې ساتي[891]. په یوه روایت کې راغلي، چې تردې آیت لاندې، امام علي کرم الله وجهه د خدای د ولیانو په ځانګړنه کې وپوښتل شو. امام وویل: د خدای ولیان هغه خلک دي، چې خدای نږه نمانځي او حال دا نور خلک یوازې د دنیا ظاهر ویني؛ خو دوی یې باطن ته ګوري او(په دې ژوره کتنه)، د دنیا روسته رارسېدونکي اثار پېژني. سره له دې، چې نور خلک د دنیا په ژر تېرېدونکیو پړق و پړوق مینان شوي؛ نو چې پوه شول، دنیا یې ژر خوشې کوي؛ نو دنیا یې خوشې کړه او داچې پوه شول دنیا یې ژر مړه کوي؛ نو په زړونوکې یې دوستي ورسره مړه کړه[892] له امام صادق رحمة الله علیه څخه په یو روایت کې لولو: خوښ دې وي د امام قایم(عج) لارویان، چې په غیبت کې یې(په ځان جوړونه) د راښکاره کېدو انتظار کاږي، او د راښکاره کېدو پرمهال یې لاس په نامه منونکي دي، دوی د خدای ولیان دي، چې نه څه ډار لري او نه غمجنېږي[893].

((لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

۶۴- متقیانو ته د خدای زېری: داچې خدای په دې آیت کې خپل دوستان په دنیا او آخرت کې په زېري لورولي، مفسرانو خبرې اترې پرې کړي. ځینو هغه زېری ګڼلی، چې پرښتې یې د مړینې پرمهال مؤمنانو ته ورکوي او وايي: د ژمنه درکړای شوي جنت زېری دې درباندې وي[894] او ځینو مؤمنانو ته د پالونکي د بریا وعدې، پر دښمن لاسبري او پر ځمکه واکمني بولي. په ځینو روایاتو کې، دا زېری په ښو خوبونو تفسیر شوی، چې مؤمنان یې په نړۍ کې ویني او په آخرت کې، جنتي ژمنه ده، چې پرښتې یې له قبرونو د راوتو پرمهال ورکوي؛ خو له آیته ګټنه کېږي، چې زېری پراخ مفهوم لري او هر ډول زېری، ښادي او بریا رانغاړي او وړاندې، چې څه ځایونه وویل شول، د بشارت (او زېري) مصداقونه دي. د امام صادق رحمة الله علیه یو دوست روایتوي، چې امام وویل: ددې ښوونځي لارویان، د عمر په پای شېبو کې، داسې څيزونه ویني، چې سترګې یې پرې روښانېږي راوي وايي: پر پوښتنه مې ټنګاره وکړ، چې څه ویني او دا خبره مې تر لسو ځلو ډېره وکړه؛ خو هر ځل یې ویل: ویني یې و مې ویل: هو! کټ مټ او بیا مې وژړل، د امام زړه راباندې وسوځېد او و یې ویل: هغه دوه تنه وینې و مې پوښتل: کوم دوه تنه؟ و یې ویل: پېغمبر (ص) او علي کرم الله وجهه . هر مؤمن، چې له نړۍ سترګې پټوي دا دواړه ستران به وویني، چې مؤمن ته زېری ورکوي، دا خدای په قرآن حکیم کې ویلي و مې پوښتل: په کوم ځای او کوم سورت کې؟ په دې وخت کې امام، دا آیت ولوست[895].

((وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللّهِ فَعَلَى اللّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُواْ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءكُمْ ثُمَّ لاَ يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُواْ إِلَيَّ وَلاَ تُنظِرُونِ =))

۷۱- د دښمنانو پروړاندې د ديني مشرانو شهامت: حضرت نوح علیه السلام په دې غونډله فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً. . . د خپل قوم احساسات یې راوپارول، چې په ټول زور یې پر ضد راپاڅي؛ البته دا دستور ځکه و، چې د دوی او بوتانو یې بېوسي وښیي او داچې خدای کړای شي له خپل پېغمبره د مشرکانو او د دوی د بوتانو پروړاندې دفاع وکړي[896]. په کوم وخت، چې دا آیتونه رانازل شول، پېغمبر(ص) هم د نوح علیه السلام په ورته شرایطو کې وسېده او ته وا خدای په دې آیت رسول الله(ص) ته دستور ورکړ، چې د دښمن ځواک ته اهمیت مه ورکوه، په مړانه خپلې لارې ته دوام ورکړه؛ ځکه د ډډې ځای یې خدای دی او هېڅ زور ورته ټینګېدای نشي. که څه ځینو مفسرانو، د انبياوو علیه السلام په تاریخ کې د نوح علیه السلام دا وینا او په څېر یې یو ډول اعجاز بللی؛ ځکه دښمن یې د ظاهري امکاناتو په نه درلودو، په ماتې ګواښلی او د خپلې روستۍ بریا خبر یې ورکړی، چې دا ټولو اسلامي مشرانو ته یو ستر درس دی، چې د دښمن له ډېرښته و نه ډارېږي؛ بلکې پر خدای توکل او په ښه پرېکندتوب یې ډګر ته راوبلي او زور یې ټیټ او ناڅه وبولي، چې دا به د لارویانو روحي پیاوړتیا او د دښمنانو روحیې ماتولو ته مهم لامل وي[897].

((فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ= ))

۷۲- د پېغمبرۍ ثواب او بدله: له ((فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ)) څخه د حضرت نوح علیه السلام مطلب دادی، که بلنه مې و نه منئ، څه ستونزه راته نه پیداکېږي؛ ځکه مزد او لاسباړه مې درڅخه غوښتې نه ده، چې په مخ اړونې مو، لاسباړه مې له لاسه وتلې وي؛ بلکې اجر مې له خدای سره دی[898]. له آره له دروغجنو مدعیانو سره د رښتونو پېغمبرانو په پرتلنه کې یوه څرګنده نښه داده، چې دوی الهي انګېزې لري، چې دا د نبوت د مدعي پر رښتینتوب دلیل دی، سره له دې، چې دروغجن مدعیان، مادي انګېزې لري او موخه یې ګټه ترلاسه کول دي؛ لکه چې د پالیانو او د دوی په څېر کسانو په چاروکې لیدل کېږي. په هر حال، پردې د قرآن حکیم ټینګار، چې د الهي پېغمبرانو ړومبۍ خبره دا وه، چې د خپل زیار په مقابل کې یې هېڅ تمه نه درلوده؛ نو راښیي، چې پر همدې ځانګړنې یې پېژندای شو. همدا خبرې یې کولې او په عمل کې یې پلي کولې؛ خو شونې ده، یو دروغجن مدعي دغسې خبرې وکړي؛ خو بیخي یې پلي کولای نشي[899].

((فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلاَئِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ =))

۷۳- اهلبیت؛ د مسلمانانو د ژغورنې بېړۍ: ددې آیت له مخې، هغوی چې نوح علیه السلام و نه مانه، له منځه ولاړل او یوازې نوح او په بېړۍ کې ورسره ملګري وژغورل شول، شیعه او سني حدیثیوهانو له رسول الله (ص) څخه یو حدیث روایت کړی، چې په سفينې حدیث مشهور دی او پکې لولو، چې: زماد اهلبیتو بېلګه، د نوح د بېړۍ په څېر ده، چې څوک پکې سور شي، ژغورلېږی اوچې سرغړونه ترې وکړی، ډوب به شی؛ یعنې یوازې هغوی ژغورلېږی، چې د رسول الله(ص) د اهلبیتو ملګری شي[900].

((قَالَ مُوسَى أَتقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءكُمْ أَسِحْرٌ هَـذَا وَلاَ يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ =))

۷۷- د معجزې او کوډو توپیر: په مخکې آیت کې مو ولوستل، چې دښمنانود حضرت موسی علیه السلام معجزه کوډې وبللې. دا آیت وايي، چې حضرت موسی د ځان دفاع ته دوه دلایله راوړل: لومړی داچې و یې ویل: داحق دی؛ نه کوډې؛ یعنې سمه ده، چې کوډې او معجزه دواړه خلک تر اغېز لاندې راولي؛ خو کوډې باطلې دي او معجزې حق دي او څرګندې اصلاحي او روزنيزې موخې لري او په پراخ او نامحدوده بڼه راوړاندې کېږي. دویم داچې و یې ویل: ګوډګر بیخي بریا نه مومي. د کوډګرو چار او فن انحرافي اغفالوونکی اړخ لري، دوی خپله ګټه لټوي، بې لارې، دوکه مار او اغفالګران دي، چې د کړنو له ترڅ ځنې یې پېژندای شو؛ خو پېغمبران، حق غواړي، زړه سواندي، باموخه، ځان ساتي او مادي چارو ته بې اعتنا دي. کودګر کله هم د ژغورنې مخ نه ویني او یوازې پیسو، مقام او شخصي ګټو ته کار کوي؛ خو د انبياوو موخه، د خدای د مخلوق هدایت او په ټولو توکیزو او مانیزو (مادي او معنوي) اړخونو کې د انساني ټولنې سمول دي[901].

((فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ= ))

۸۱- د کوډګرو د منترونو باطلول: په دې آیت کې، حضرت موسی علیه السلام هغه حقیقت څرګندوي، چې رامخې ته کېدونکی څیز (کونټۍ پر ښامار اوړېدل) پرې تطبیق شي. دا حقیقت دادی، چې کوډګرو کوم کار وکړ (رسۍ او کونټۍ یې د مار په بڼه وښوولې)، کوډې دي او د کوډو حقیقت دادی، چې خلکو ته یو غیر واقعي څیز په واقعي بڼه وښوول شي؛ نو داچې د کوډو او جادو بنسټ باطل دی، خدای یې هم باطلوي او چټیتوب یې راښیي؛ ځکه د خدای قانون دادی، چې حق راښکاره او پایښتی کړي او باطل له منځه یوسي او که باطل څه ځواک پیدا کړی؛ نو لندمهال به وي. هو! په هستۍ کې د فاسد او باطل ناپایښتي، یو حقیقت دی، چې خدای په ډېرو آیتونوکې ویلی دی او د همدې آیت په پای کې هم پرې ټینګار شوی؛ لکه چې وايي: خدای (کله هم) د مفسدانو چارې نه سموي [902].

((وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُواْ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ =))

۸۷- د بني اسرایيلو د ښارمېشتۍ پیلامه: قبله په آر کې یو بل ته د مخامخ حالت پر مانا ده او نن یې اطلاق په ثانوي مانا مشهوره شوې ده[903]. ددې آیت په تفسیر کې یې ویلي، چې خدای موسی او ورور علیه السلام ته یې وحې ورولېږله، چې په مصر کې خپل قوم ته کورونه جوړ کړي، چې پکې مېشت شي. ته وا بني اسرایيلو تردې وخته کوم ښار نه درلود؛ بلکې د بېدیامیشتو په څیز په کېږدیو ا و د خېمو په څېر ځایونو کې وسېدل، وویل شول، چې کورونه مو یو بل ته مخامخ اوپه یو لوري جوړ کړئ، چې څنګ په څنګ وي، چې د جماعت په بڼه د لمانځه، تبلیغ او سلامشورې شونتیا پکې وي[904].

((وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلأهُ زِينَةً وَأَمْوَالاً فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُواْ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ =))

۸۸- د موسی علیه السلام ښېرا او قبلېدل یې: باید پام مو وي، چې د حضرت موسی علیه السلام ښېرا هله وه، چې د فرعونیانو له ایمان راوړو بیخي نهیلی شوی و، چې ورته جوته شوه، بیخي نه ژغورل کېږي او یوازې چار یې بېلارېدل او بې لارونه ده؛ ښېرا یې ورته وکړه او له خدایه یې وغوښتل، چې فرعونیانو دې کله هم ایمان رانه وړي او ایمان دې یې یوازې هله وي، چې الهي عذاب وویني؛ هغه ایمان، چې څه ګټه نه لري[905].

((وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لا إِلِـهَ إِلاَّ الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَاْ مِنَ الْمُسْلِمِينَ =))

۹۰- د اندېښمن ایمان بې ګټې توب: هغه مهال، چې د موسی علیه السلام وړاندوینې یو په بل پسې راپېښې شوې او فرعون ددې ستر پېغمبر له صداقته ښه خبر شو او دده زور یې ولید، ناچار ایمان یې راووړ؛ په دې هیله؛ لکه څنګه چې د بني اسرایيلو خدای دوی له څپو وژغورل، دابه هم وژغوري[906]. د زمانې جباران تل خپلو بدکړنو ته دوام ورکوي؛ خو د مرګ منګولې یې چې له مرۍ راونیسی اوپردې هاخوا شي او د خپلو کړنو پایلې د خپلو سترګو پروړاندې انځور وویني؛ نو د پښېمانۍ ګوته په غاښ ایمان راوړي؛ هغه ایمان، چې نه ګټه لري او نه ارزښت. د هغه انسان ایمان ارزښت لري، چې د یو چار په کولو یا نه کولو کې واکمن وي او هم په داسې حال او نړۍ کې وي، چې د خیر او شر مبدا شي؛ خو د هغه انسان ایمان ګټورېدای نشي، چې د اوبو په څپو کې د بوسو د ډکي په څېر دی او هر خوا ګوزارېږي[907].

((فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ=))

۹۲- د فرعون د تشې تنې دباندې غورځېدل: ډ‌ېری مفسران ګروهن دي، چې په دې آیت کې له تنې مطلب، د فرعون بې ساه تنه ده؛ ځکه د هغه چاپېریال د خلکو په اندونو کې د فرعون دبدبه داسې وه، که تنه یې له اوبو دباندې راوتلې نه وای؛ نو ډېرو نه منله، چې فرعون به هم ډوب شوی وي او شونې وه، چې په دې پېښې پسې به د فرعون د ژغورنې او ژوند په هکله دروغجنې افسانې جوړې کړي؛ نوځکه خدای یې بې ساه تنه له اوبو راوارتله، چې راتلونکي ترې عبرت واخلي. همدا اوس د مصر او انګلستان په موزیمونو کې د فرعونانو یوه یوه موم شوې تنه شته او ځینو احتمال ورکړی، چې د موسی علیه السلام د زمانې د فرعون تنه به په دوی کې یوه وي[908].

((وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُواْ حَتَّى جَاءهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ =))

 ۹۳- د صدق ځای: د صدق او راستۍ له ځایه مطلب، هغه ځای دی، چې انسان پکې مېشتېدای شي، ته وا پخپله هغه ځای وايي، چې زه د انسانانو مېشتېدو ته ښه یم او په رښتیا دا خبره کوم. د یوه ښه مېشت ځای ځانګړنه داده، چې ښه اوبه او هوا ولري او ځمکه یې برکتي پرېمانه نعمتونه ولري او انسان پکې مېشتېدای شي. د صدق له ځایه مطلب (چې بني اسرایيل پکې مېشت شول) د بیت المقدس او شام شاوخواوې دي، چې خدای پکې مېشت کړل او سپېڅلې او مبارکه سیمه یې ونوموله او دې سیمې ته د ورننوتو داستان یې په قرآن حکیم کې راغلی دی[909].

((فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَؤُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ= ))

۹۴- ایا پېغمبر(ص) شکمن و؟!: خدای په دې آیت کې د رسول الله (ص) د تایيد لپاره او چې څه یې رانازل کړي د حقانیت جوتولو ته یې، خپل پېغمبر ته امر کوي، چې په دې اړه کتابیان وپوښته (البته هغوی چې خپل اسماني کتاب نه اړوي او سم یې لولي)؛ ځکه په ټولیز ډول دا الهي پوهاوی په ټولو اسمانی کتابونو کې و. په آیت کې مهم ټکی دادی، چې رسول الله په هغه څه کې شکمن نه و، چې پرې نازل شوی و او دکه شکمن یې تعبیر تر پام لاندې مطلب اثبات او تایيد ته دی؛ لکه چې دا تعبیر په علمي او عقلي ویینو کې ډېر کارېږي؛ لکه یو څوک د خپلې ادعا لپاره ټینګ دلیل راوړي او مخاطب قانع کوي؛ خو د که شکمن یې. . . په ویلو بل دلیل راوړي، حال دا، مخاطب بیخي شکي نه دی، ویاند د خپلې ادعا ټینګار ته دا تعبیر کاروي[910].

((فَلَوْلاَ كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلاَّ قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ آمَنُواْ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الخِزْيِ فِي الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ =))

۹۸- د یونس علیه السلام د قوم ایمان: شک نشته، په نورو قومونو کې هم زیات شمېر خلکو ایمان راوړی دی؛ خو څه چې د یونس علیه السلام قوم له نورو اقوامو جلا کوي، دادی چې دې قوم ته مخکې تردې چې د پالونکي پرېکنده عذاب ورورسي، په ډله ییز ډول يې ایمان راووړ؛ حال دا په نورو اقوامو کې ګڼ شمېر خلک، د خدای د عذاب د راکېوتو تر وخته پر خپل ځېل او مخالفت پاتېدل. اغلب یې د الهي عذاب په کتو ایمان راووړ؛ خو ایمان یې د همدې سورت د (۹۰) آیت په دلیل ګټور نه و. په تواریخو کې د حضرت یونس علیه السلام قوم د ایمان راووړو پېښه دغسې راغلې ده: د یونس قوم، د عراق په نېنوا کې وسېدل او چې حضرت یونس علیه السلام یې له ایمان راوړو نهیلی شو؛ نو په دوی کې یې د یو عابد په وړانديز ښېرا ورته وکړه؛ خو یو عالم هم یونس علیه السلام ته وړانديز کاوه، چې بیا هم دعا ورته وکړه او پر ډېر ارشاد او لارښوونه یې لګیا شه او مه نهیلېږه. یونس علیه السلام تردې پېښې روسته له قومه ووت، قوم یې، چې په څوځلي د یونس علیه السلام د ویناوو رښتینتوب ازمېیلی و، په نوموړي عالم پسې ورغلل او لارښوونه یې ترې وغوښته. لا تر اوسه عذاب رانازل شوی نه و؛ خو نښې یې څرګندې شوې وې. فرصت یې غنیمت وګاڼه او د عالم په سپارښتنه له ښاره دباندې ووتل او په دعا یې لاسونه پورته کړل، ایمان یې راووړ او توبې یې وایستې او خدای ته د ډېر ورپامېدو او د ده رحمت راجلبولو لپاره یې، میندې یې له اولادونو جلا کړې، ځیږې او زړې جامې یې واغوستې او د خپل پېغمبر په لټونې پسې شوو؛ خو د هغه نښه یې و نه لیده. دا حقیقي توبه، چې نږه او پرمهال کاږل شوې وه، خپل چار یې وکړ؛ د عذاب نښې لرې شوې او ارامي ورستنه شوه، چې کله یونس علیه السلام – تر اوږدې پېښې روسته – خپل قوم ته ورستون شو د زړه له کو مې یې ومانه، ددې ټکي یادول هم لازم دي، چې د یونس قوم کله هم د پرېکنده عذاب خولې ته نیول شوی نه و، که نه توبه یې نه قبلېده؛ بلکې له روستي مجازاتو وړاندې، چې کوم اخطارونه راځي، کافي هومره ورته ویښوونکي وو؛ حال دا، مثلاً فرعونیانو څو ځل دا اخطارونه لیدلي وو (؛ لکه د ملخانو آفت، پر وینو د نیل رود د اوبو اوړېدل او. . .)؛ خو دا اخطارونه یې جدي او په ټینګه ونه نیول، تردې چې روستی عذاب پرې ورغی[911].

((وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ =))

۹۹- ایمان؛ الهي لورنه او د انسان ټاکنه ده: شونې ده، و انګېرل شي، دا آیت له ورپسې آیت سره په ټکر کې دی؛ ځکه دا آیت وايي، چې خدای څوک ایمان راوړو ته نه مجبوروي او ورپسې آیت وايي، چې څو د خدای اراده او فرمان نه وي، څوک ایمان نه راوړي. یو ټکي ته پام، دا ظاهري ټکر لرې کوي او هغه داچې ګروهن یوو، چې نه جبر سم دی او نه تفویض (مطلق ورپرېښوونه)؛ یعنې نه داسې ده، چې خلک په خپلو کړنو کې مجبور او بېواکه دی، نه داسې چې په ټوله مانا په خپل حال ورپر ېښوول شوی دی؛ بلکې د ارادې په عین ازادۍ کې بیا الهي مرستو ته اړتیا لري. خدای انسان ته د ارادې ازادي ورکوي، عقل او پاک وجدان یې هم نعمتونه دي، د پېغمبرانو علیهم السلام ارشاد، لارښوونې او د اسماني کتابونو ښیون هم د خدای له اړخ دی؛ نوځکه د ارادې په عین ازادۍ کې، بیا هم د ایمان د لورنې سرچينه او یېبرې (محصولات) یې، خدای دی ‎[912].

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلاَ أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِنْ أَعْبُدُ اللّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ =))

۱۰۴- هغه خدای چې مرګ یې په واک کې دی: په دې آیت کې، د خدای په صفاتو او ځانګړنو کې د مړ کولو پر صفت یې ټینګار شوی دی؛ ځکه مشرکانو په دې سبب بوتان نمانځل، چې ګڼل یې دوی بدي ترې لرې کوي او ښوالی وراړوي؛ خو مړه کېدنه یو مطلب و، چې لومړی یې یقین درلود، دوی رانغاړي او و به مري او دویم پوهېدل، چې مرګ یوازې د خدای په واک کې دی او نه د بل هیچا؛ نوځکه له سخت ځنکدنه بچېدو ته لازم دي، چې خدای ونمانځئ. پردې مطلب سربېره، د خدای ددې صفت یادول، مشرکانو ته یو ډول ګواښ دی؛ ځکه خدای په مخکې آیتونو کې د عذاب ژمنه ورکړې او د مشرکانو مرګ هله وي، چې عذاب پرې راکېووځي[913].

سورة هود

د هود سورت ټوليزه منځپانګه:

 ددې سورت آیتونه، د مکي سورتونو په څېر، د اسلام د پوهاویو آرونه؛ یعنې توحید او له شرک او بوتپالنې سره مبارزه، معاد او په مرګ پسې نړۍ او د رسول الله د بلنې رښتینتوب تشریحوي او ددې ویینو په ترڅ کې، دښمنان سخت ګواښي او مؤمنانو ته د زغم ټینګه سپارښته کوي. په دې سورت کې د حضرت نوح علیه السلام پر حالاتو او ډېرو مبارزو سربېره، د حضراتو هود، صالح، ابراهیم، لوط او موسی علیهم السلام پر حالاتو او د شرک، کفر، بې لارۍ او ظلم پروړاندې یې پراخو مبارزو ته اشاره شوې ده[914].

((وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ =))

۳- دین؛ د دنیوي ژوند رښتونی ابادوونکی: قرآن حکیم په دې آیت او نورو پرېمانه آیتونو کې اعلان کړی، چې دینوالي او مذهب مخکې تردې چې په مرګ پسې ژوند ابادکړي، د دنیوي ژوند ابادوونکی دی. ځینې له ایمان، توبې او استغفار سره د دنیا د مادي نعمتونو تړاو، یو مانیز او ناپېژاندی تړاو ګڼي، حال دا کوم دلیل نشته چې دې تړاو ته یو ناپېژاندی تفسیر وکړو. هر عقلمن او منطقي انسان مني، چې دروغ، دوکه، غلا، ظلم، تبعیض او توکم د ټولنیز ژوند ډانچه ویجاړوي او د انسانانو ژوند شیندي.

قرآن حکیم کریم په دې آیت او مخکې آیت کې څلور آرونه د انسانانو او مسلمانانو د دنیوي ژوند د ابادۍ لامل ګڼي:

۱- توحید: ((أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ)) ۲- د پېغمبرانو د مشرۍ منل: ((إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ)). ۳- له ګناه د چاپېریال پاکوونه: ((اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ)). ۴- الهي ارزښتونو ته ورستنیدا او ځان پرې سینګارول: ((تُوبُوا إِلَيْهِ))؛ نوځکه تردې څلورو آرونو روسته وایو: يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى (چې تر یوې ټاکلې مودې مو (ددې دنیا له نعمتونو) ښه برخمن کړی[915].) وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ (او د هر فضل خاوند ته یې د فضل هومره ورکړی.). له دې دوو عباراتو مطلب دادی، چې د مخکې سپارښتنو او آرونو د پلي کېدو په بڼه کې، خدای هغه ته چې په ځانګړنو، غوره خویونو او هڅه کې پر نورو غوراوی لري، د غورتیا هومره یې اجر، باړه، نېکمرغي او توفیق ولوروي او په دې توګه، هر څوک چې په یوې ځانګړنې کې غوراوی او امتیاز لري، ښه ګټنه ترې کړای شي، چې په دنیا او آخرت کې په خپلو مناسبو درجو او مرتبو لاسبری شی. دا حقیقت دی او یوازې د توحید او پر خدای د ایمان په سیوري کې شته؛ ځکه خدای عادل دی او د هیچا حق نه ضایع کوي؛ خو په بشري ټولنو کې، چې له توحید او پر خدای له ایمانه تشې دي (که څه په ظاهر کې پرمختللې دي) دا مطلب نه په سترګو کېږي؛ ځکه په هغو ټولنو کې، چې د انسانانو خدای ته پام نه وي؛ خلک په مستکبر او مستضعف ویشل کېږي او ګرد امتیازات مستکبرینو او نه مړېدونکیو ته ورکول کېږي (که څه وړ یې نه وي) او مستضعفین که څه د فضیلت خاوندان او د نېکمرغۍ وړ وي؛ خو تل په بدمرغیو او نادودو کې لاس وپښې وهي[916].

((أَلا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُواْ مِنْهُ أَلا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ =))

۵- مشرکان له حضرت محمد څخه پټېدل: په روايي او تاریخي کتابونو کې راغلي، چې مشرکانو او د رسول الله (ص) د رسالت منکرانو د سبحان خدای تحدي او د مقابلې بلنه ومنله او له رسول الله سره د مبارزې په لټه کې شول، چې د قرآن حکیم په څېر او سورتونه یې راوړي. په مودو مودو د هغې زمانې شاعرانو هڅه وکړه او یو شمېرکسانو د کعبې ترڅنګ یو له بل سره ژمنه وکړه، چې په یوه کال کې به، ټول قرآن حکیم یا یې د سورتونو یوه برخه ټکنۍ کړي؛ خو د یو سورت له راوړو هم بېوسې شول؛ نوځکه یې پر رسول الله د کوډو تورونه ولګول. دا آیت ددې وګړیو په هکله خبرې کوي، چې د علمي مبارزې په ډګر کې خجالتېدل، سرونه یې ښکته اچول، څادرونه یې پر سر ول او دباندې وتل؛ ځکه له قرآن حکیم کریم سره یې د مبارزې او تحدي وس نه درلود[917].

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ =))

۶- د ټاکلې روزۍ لاس ته راوړو ته هڅه: شونې ده، ځینې سست او لټ وګړي په دې آیت یا هغو روایاتو ډډه ووهي، چې روزي یې ټاکلې ښوولې ده او په اند یې پکار نه دي، چې انسان معاش چمتو کولوته ډېره هڅه وکړي؛ ځکه روزي ټاکلې ده او په هر حال انسان ته ور رسي او هېڅ وازه خوله بې روزۍ نه پاتېږي؛ حال دا که څوک له قرآن حکیم او اسلامي احادیثو سره لږه شانته اشنایي ولري؛ نو پردې حقیقت به پوه شي، چې اسلام هڅه او زیار د انسان د هر ډول مادي او مانیزو برخمنیو بنسټ بولي او اسلامي مشرانو په ډېرو ځایونو کې پخپله سخت کارونه کول، چې نورو ته بېلګه وي. د عبدالاعلی په نامه له یوه تنه روایت شوی دی: په دوبي کې د مدینې په یوه کوڅه کې له جعفربن محمد علیه السلام سره مخ شوم، ورته می وویل: ځار دې شم. د خدای پروړاندې لوړ مقامی یې او له نبوي کورنۍ یاست؛ خو بیا هم پر دغسې ورځ (کار او د معاش تامین ته) ځانونه تکلیفوئ؟! امام صادق رحمة الله علیه وویل: عبدالاعلی! د روزۍ لاس ته راوړو ته راوتلی یم، چې په لاس ته راوړو یې له تا او ستاپه څېر وګړیو مړه خو اوسم . مهم ټکی دادی، چې د ټاکلې روزۍ په باب آیتونه او روایات د حریصو او دیناپالو انسانانو مخه ډپوي، چې د ژوند تامین ته هر ور وهي او په هر ډول ظلم او ګناه لاس پورې کوي او انګېري که داسې و نه کړي، ژوند یې نه تامنېږي. د قرآن حکیم آیتونه او اسلامي احادیث دې ډول وګړیو ته اخطار ورکوي، چې چټي دې لاس و پښې نه وهي او د نامعقولې او نامشروع لارې دې د روزۍ لاس ته راوړو ته هڅه نه کوي؛ بلکې مشروع هڅه دې وکړي او ډاډ من دې وي، چې خدای یې اړتیاوې ورپوره کوي؛ لکه چې له رسول الله (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: باخبر! روح الامین (جبرییل) مې زړه ته وحې کړې، چې د انسان روزی پوره شي؛ نو مري؛ نو الهي تقوی خپله کړئ او روزي په ښکلې ډول وغواړئ او د روزۍ په ځنډ را رسېدل مو د خدای سرغړاندۍ ته اړ نه کړي؛ ځکه روزي، لوړ مقامي خدای پر خپلو بندګانو په حلاله وېشلې او نه په حرامو؛ نوځکه څوک چې الهي تقوا خپله او زغم وکړي، رزق یې له حلالې لارو وررسي او چې څوک شکر وکړي او په ناحلالو لاس پورې کړي، خدای یې له حلالې روزۍ ورکموي او پوښتنه ګروېګنه ترې کوي [918].

((وَهُوَ الَّذِي خَلَق السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَـذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ= ))

۷- د خدای عرش پر او بو دی: کله عرش د ټولې هستۍ پر مانا ده. همدغسې کله هر مایع څیز ته ماء اوبه ویل کېږي؛ لکه مایع فلزات. له دې څرګندونې ګټنه کېږي، چې د پیدایښت په پیل کې، هستي د اوبلنو موادو په بڼه وه یا فوق العاده منډلي غازونه ول، چې اوبلنه بڼه یې درلوده، بیا په دې اوبلنه کتله کې، سخت حرکتونه او سترې چاودنې وشوې او سرسري برخې یې یو په بل پسې دباندې ورغورځېدلې. بیا دا (اتصال او) نښلون پر (انفصال او) بېلتون واوړېد او یو په بل پسې ستوري، سیارې او منظو مې جوړې شوې؛ نوځکه ړومبی هستي او عرش پردې سترې اوبلنې مادې و. آیت یو بل ټکي ته هم اشاره لري، چې د هستۍ د پیدایښت عمده موخه، انسان دی؛ هغه انسان، چې باید د ښوونې او روزنې بهیر ته ورسیخ شي او د تکامل لار ووهي او هره شېبه خدای ته ورنژدې شي. خدای وایي: (دا هېښنده پیدایښت یې ځکه پیدا کړ)، چې ومو ازمېیي، چې د کوم یو کړه وړه مو غوره دي . پاموړ داچې آیت، د هر انسان ارزښت په ښو کړنو پورې اړوند ګڼلی دی او نه یې د کړنو ډېرښت. دا راښیي، چې اسلام په هر ځای کې دکړنو پر څرنګوالي ډډه وهي او نه پر څومروالي او کمیت. په همدې برخه کې له امام صادق رحمة الله علیه روایت شوی دی: خدای دکړنو ډېرښت نه غواړي؛ بلکې د کړنې سموالی غواړي او د کړنې سموالی له خدایه ډار او رښتونی نیت دی بیا یې وویل: د نږه کړنې ساتنه، تر خپله کړنې ستونزمنه ده او نږه کړنه، هغه ده، چې په پار یې بې له خدایه د بل چا ستاېنه و نه غواړې[919].

((مَن كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لاَ يُبْخَسُونَ=))

۱۵- د کړنې پر پایلې د نیت اغېز: دا آیت او ورپسې آیت، یو حقیقت راڅرګندوي او هغه داچې د انسان د عمل نیت (چې هر څه وي) ځانګړې پایله لري. که د چار موخه دنیوي وي، د دنیوي ژوند ځانګړنې مومي (؛ البته په داسې حال کې چې ټول شرایط چمتو وي)؛ لکه شتمني، ښکلا او سوکالي؛ خو اخروي پایلې به و نه لري؛ ځکه دې موخو ته یې کوم نیت نه درلود او نه یې را رسېدو ته څه قدم پورته کړی دی. ان ښه چارې؛ لکه احسان او ښه خوی یوازې اخروي نعمتونو او غوره جنت ته د ورسېدو لپاره نه دی او ترهغې، چې په دې چارو کې یې نیت خدای ته د ورنژدېدو او اخرت ته پاملرنه نه وي، د اخروي اجر او ثواب لاملېږي نه. ددې آیت په تفسیر کې له رسول الله (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: چې د قیامت ورځ شي، لارویان مې درې ډلې کېږي: یوې ډلې خدای نږه لمانځه، بلې د ریا له مخې او بلې د دنیا په پار. خدای پر هغه ورځ، هغه ته چې د دنیا په پار یې نمانځلی، وايي: پر عزت او جلال مې قسم درکوم! ووایه: زما له نمانځنې دې موخه څه وه؟ وايي: دنیا! خدای وايي: نوځکه چې څه دې زېرمه کړي، درته ګټور نه دي او نه ورستنېږې؛ اور ته یې بوځئ. بیا هغه ته وايي، چې په ریا یې نمانځلی. پر خپل عزت او جلال قسم درکوم، ووایه زما له نمانځنې دې موخه څه وه؟ ورته وايي: ریا او ځانښوونه. خدای وايي: کوم عبادت دې چې په ریا کړی، ما ته نه راخېژي او نن درته بیخي ګټور نه دی، اور ته یې بوځئ. بیا هغه چې نږه یې نمانځلی: پر خپل عزت او جلال قسم درکوم، ووایه: زما له نمانځنې دې څه موخه درلوده؟ وايي: ستا پر عزت او جلال قسم، چې تر ما ښه پوهېږې. ما یوازې ستا د خوښۍ او جنت ته د ورسېدو لپاره نمانځلې. خدای وايي: بنده مې رښتیا وايي، جنت ته یې بوځئ[920] .

((أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا وَرَحْمَةً أُوْلَـئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ=))

۱۷- علي کرم الله وجهه ؛ د رسول الله (ص) د نبوت پر رښتینتوب ګواه: مفسرانو ددې آیت په تفسیر کې ویلي دي، چې له هغه چې له خپل پالونکي څرګند دلیل لري مطلب پخپله پېغمبر(ص) دی او څرګند دلیل یېقرآن حکیم او د نبوت د رښتینتوب شاهد او ګواه یې، د علي کرم الله وجهه په څېر رښتوني مؤمنان دي. موږ ته له سپېڅلیو امامانو، په ګڼ شمېر رارسېدلو روایاتو او هم د اهلسنتو په ځینو تفاسېرو کې ټیڼګار شوی، چې له شاهد څخه مطلب، امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه دی. یو تن علي کرم الله وجهه وپوښت: په اړه دې کوم آیت رانازل شوی دی؟ امام ورته وايي: ایا د خدای وینا دې اورېدلې نه ده، چې وايي: ایا هغه چې څرګند دلیل لري. . . ؟ رسول الله (ص)، له خدایه څرګند دلیل درلود او زه د هغه لپاره شاهد او له هغه یم؛ البته په علي کرم الله وجهه د شاهد تفسیر له دې حقیقت سره په ټکر کې نه دی، چې د حضراتو ابوذر، سلمان، عمار یاسر او. . . په څېر ټول رښتین مؤمنان د شاهد مصداقونه دي او دې روایاتو خورا څرګند او غوره وګړي ته اشاره کړې ده؛ لکه چې له پینځم امامه په یو روایت کې، ټول سپیڅلي امامان د شاهد مصداق ښوول شوي دي[921]. په یو بل روایت کې لولو، چې امام حسن مجتبی د یوې اوږدې خطبې په ترڅ کې وویل: د چارو پایلې او د روزګار تېرېدل تردې راورسېدل، چې خدای، محمد (ص) نبوت ته راولېږه او په رسالت یې غوره کړ او خپل کتاب یې ورنازل کړ او بیا یې دنده ورکړه، چې بشر خدای ته وبله. پلار مې ړومبی تن و، چې د خدای او د هغه د پېغمبر بلنه یې ومنله او ړومبی تن و، چې ایمان یې راووړ او خدای او پېغمبر یې تصدیق کړ او خدای پرخپل پېغمبر پر ورنازل شوي کتاب کې ویلي دي: آیا هغه څرګند دلیل لري. . . . . . . نو رسول الله، هغه څوک دی، چې څرګند دلیل لري او پلار مې هغه تن دی، چې په رسول الله (ص) پسې دی او د پېغمبر د نبوت شاهد دی[922].

((أُولَـئِكَ لَمْ يَكُونُواْ مُعْجِزِينَ فِي الأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ مَا كَانُواْ يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُواْ يُبْصِرُونَ =))

۲۰- کافران د حق له اورېدو بېوسي وو: د ماکانوا یستطیعون السمع تعبیر دې واقعيت ته اشاره ده، چې د حق اورېدل ورته دومره درانه دي، ته وا له آره د حق اورېدو وس نه لري. ښکاره ده، چې د حقایقو د پوهېدو ناوسی (چې د سخت ځېل او له حق سره د دښمنۍ پایله ده) ترې مسوولیت هاخوا ته کولای نشي؛ ځکه پخپله یې د ناوسۍ وزلې چمتو کړې دي؛ یعنې کافرانو په ګناه او سرغړونې او پرې ټینګار، داسې چار کړی، چې خدای ترې د حق غږ اورېدو وس او د خدای د آیتونو او نښو د لیدو ځواک لرې کړی دی[923].

((أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ =))

۲۱- ستر تاوان: له ((أُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ)) ځنې مطلب هغوی دی، چې د خپل تن پانګه یې له لاسه ورکړې ده. په حقیقت کې انسان بې له خپل تنه د هېڅ څیز مالک نه دی؛ نوکه داخپله یوازېنۍ پانګه په دنیوي راکړه ورکړه کې په داسې څیز وپلوري، چې هلاکت او نابودي یې پکې وي؛ نو بېشکه، زیان یې کړی او څومره چې هغه څیز بې ارزښته وي؛ نو ددې راکړې ورکړې زیان ډېر دی او نوموړی ښه زیانمنېږي[924].

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُواْ إِلَى رَبِّهِمْ أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ =))

 ۲۳- د مؤمنانو یوه ښه ځانګړنه: اخبتوا داخبات له مادې او دخبت له رېښې ده او د هوارې او پراخې ځمکې پر مانا ده، چې انسان ورباندې په راحت او ډاډ ګام اخستای شي، له همدې کبله، دا ماده د ډاډ پر مانا کارول شوې او د خضوع، تسلیم او غاړه ایښوونې پر مانا هم راغلې ده؛ ځکه دغسې ځمکه، هم ګام اخستو ته ډاډمنه ده او هم ورباندې تلونکیو ته خاضع او تسلیم[925]. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په یوه حدیث کې روایت شوی، چې یو یار یې وویل: په موږ کې د کلیب په نامه یو تن دی، چې هره خبره کوې وايي: غاړه مې ایښې ده، په همدې پار مو، کلیب تسلیم نومولی دی. امام دعا وکړه، و یې ویل: د خدای لورنې دې پرې وي بیا یې زیانه کړه: ایا پوهېږئ، چې تسلیم څه دی؟ موږ چوب شو. امام وویل: پر خدای قسم، دا هماغه اخبات دی، چې په الهي کلام کې راغلی دی: ((الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَى رَبِّهِمْ))[926].

((فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ =))

 ۲۷- د یوې پوښتنې ځواب: شک نشته، پر نوح علیه السلام ایمان راوړونکي نه له رزیلانو څخه وو او نه سپک او پست خلک؛ بلکې له دې لامله، چې پېغمبرانو له هر څیز وړاندې د مستضعفانو په ملاتړ او له مستکبرانو سره پر مبارزې لګیا کېدل؛ نو رومبی کسانو، چې د پېغمبرانو بلنه یې منله، همدا بې برخې، فقیر او کم درآمده وګړي وو، چې د مستکبرینو په پام کې (چې یوازې یې زور او زر د شخصيت کچه بلله) پست او سپک ګڼل کېدل. داچې ((بَادِيَ الرَّأْيِ)) (پرېوتي او سرسري خلک) یې ورته ویلي، دلیل یې دا و، چې د نورو په څېر یې ځېل او تعصبونه نه درلودل؛ بلکې ډېری یې پاک زړی ځوانان وو، چې د حق ړومبی رڼا یې په بیړه په خپل زړه کی احساسوله او له حقپالنې یې په راولاړه هوښیارۍ د پېغمبرانو په ویناوو او کړنو کې د رښتینتوب او راستۍ نښې موندلې[927].

((وَلاَ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلاَ أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلاَ أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلاَ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ اللّهُ خَيْرًا اللّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ =))

۳۱- څوک له غیبو خبر دی؟: په قرآن حکیم کی دوه ډوله آیتونه شته، چې په ړومبۍ کتنه کې سره توپیر لري. لومړی ډول آیتونه، هر ډول غیبي علم او ځواک د خدای ځانګړنه بولي او له نورو وګړیو یې نفې کوي؛ خو دویم ډول آیتونه بې له خدایه (؛ لکه ځینو پرښتو یا پېغمبرانو) ته هم پر علم او غیبي ځواک قایل دي.

د قرآن حکیم په آیتونو او روایاتو کې له تدبره پوهېږو، څه چې خدای یوازې د خپل ځان ګڼي، ذاتي او خپلواک غیبي ځواک او پوهه ده؛ یعنې بې له خدایه هېڅوک پخپله له ځانه علم یا غیبي ځواک نه لري؛ خو که خدای چا ته غیبي علم او ځواک ورکړي؛ دا تن به د خدای په اجازه او لورنې د غیبي علم یا فوق العاده ځواک خاوند شي؛ لکه خدای په نجم سورت۴۴ آیت کی وايي: « او بېشکه هماغه مړه کول کوي او هم ژوندي کول کوي. «؛ خو د آل عمران سورت په ۴۹ آیت کې د حضرت عیسی علیه السلام له خولې لولو: «(هغه) پر غیبو پوهېږي او هېڅوک د خپلو غیبو (پر رازونو) نه پوهوي))؛ خو په دوام کې یې وايي: « خو هغه استازی ترې خبروي) چې یې غوره کړی [928]. »

((أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تُجْرَمُونَ =))

۳۵- د دین او عقل همغږي: شونې ده، د آیت د څېړنې پرمهال نیوکه وشي، چې دا څه ډول یو منطق دی، چې رسول الله خلکو ته ووايي: که دا خبره تور او افترا وي، ګناه یې زما پر غاړه؟! آیا د تور د ګناه مسوولیت منل جوتوي، چې د رسول الله خبره، حق او له واقع سره اړخ لګوي او خلک موظفوي، چې لاروي ترې وکړي؟! په تېرو آیتونو کې په ځېرنې دا نیوکه ځوابولای شو، چې هغه په حقیقت کې غوښتل ووايي، چې سالم عقل، مستدللې خبرې مني او زه د عقل مخالفې خبرې نه کوم. که د فرض له مخې، دا خبر ې د خدای له لوري هم نه وي، ګناه یې زما پرغاړه ده؛ او که خبرې مې ومنئ؛ نو څه ګناه نه لرئ؛ ځکه په عقل او منطق (سول) پسې تللي یاست؛ خو تاسې بې دلیله او په ځېل مخالفت راسره کوئ، چې دا یوه ستره اونابښونکې ګناه ده[929].

((وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلاَ تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُواْ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ =))

 ۳۷- نوح علیه السلام په الهي وحې بېړۍ جوړوله: له ((باعیننا)) (زموږ تر څارنې لاندې) مطلب دادی، چې په دې باب دې ګردې هڅې زموږ په حضور کې او تر څارنې لاندې دي؛ نوځکه بې غمه دې خپل چار کوه. طبیعي ده، چې دا احساس (چې خدای حاضر، ناظر، ساتندوی او څارن دی) هم انسان ته وس او ځواک ورکوي او هم د ډېر مسوولیت احساس. له ((وحینا)) هم راولاړېږي، چې نوح علیه السلام له خدایه د بېړۍ د جوړولو څرنګوالی زده کړ او باید همدغسې وي؛ ځکه نوح علیه السلام له ځانه نه پوهېده، چې د راتلونکي توپان د عظمت اړخونه به څومره وي، چې هماغسې بېړۍ ورته جوړه کړي او دا الهي وحې وه، چې د خورا غورو څرنګوالو په ټاکنه کې یې مرسته ورسره کوله[930].

((وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ =))

۳۸- د نوح علیه السلام د بېړۍ ستریا: بېشکه د نوح علیه السلام بېړۍ، څه ساده شانته بېړۍ نه وه او د هغې ورځې په وزلو څه اسانه جوړه نشوه؛ بلکې یوه ستره بېړۍ وه، چې پر رښتونو مؤمنانو سربېره، د هر ډول څارویو یوه جوړه پکې ځای شوې وه او تر ډېرې مودې د انسانانو او څارویو پرېمانه توښه او ځواک هم پکې و. په تېره داچې، بېړۍ د ځمکې هومره پراخ سمندر پر غرنۍ څپو تېرېده او له منځه نه تله؛ نوځکه په ځینو روایاتو کې لولو، چې بېړۍ دولس سوه زراع اوږده او شپږ سوه ذراع پلنه وه (هر زراغ د نیم متر په حدودو کې دی[931]). له امام صادق رحمة الله علیه څخه هم په یوروایت کې لولو: ((بېړۍ په اتیا کالو کې جوړه شوه [932].))

۳۸- ملنډې: که څه د ملنډو پیل، یو ناغوره چار او له ناپوهۍ راولاړشوی دی؛ خو که د مجازاتو، ورته مقابلې او د حق په بهیر کې وي؛ نو څه توپیر نه لری؛ په تېره که د موخې پرمخ وړو او پر دښمنانو د غاړې خلاصولو په څېر عقلي ګټې ولري؛ لکه چې خدای په توبې سورت ۷۹ آیت کې ملنډې په ځان پورې تړي او وايي: «منافقان، پر فقیرو مؤمنانو» ملنډې وهي، خدای هم ملنډې پرې وهي (او د خپلو ملنډو سزا به ورکړي [933]) »

((حَتَّى إِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلاَّ قَلِيلٌ=))

۴۰- له یوه تنوره د اوبو راخوټېدل: له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روایت کې لولو، چې د((مفضل)) په نامه یار یې د آیت ددې غونډلې ((او تنور په خوټېدو شو)) په هکله وپوښتل: امام وویل: ((دا آیت، د یوې مؤمنې بوډۍ په کور کې و او کور یې د کوفې جومات ښي لوري ته د قبلې (محراب) شاته و)) و مې پوښتل: د اوسنی جومات په کوم ځای کې و؟ امام وویل: ((د ننني باب الفیل په کونج کې.)) و مې پوښتل: ((ایا د اوبو راخوټېدل له همدې تنوره پیل شو؟ امام وویل: هو! خدای غوښتل، چې د نوح علیه السلام قوم د عذاب نښه وویني، بیا خدای یو هېښنده باران پرې ووراوه، ټولې چينې په راخوټېدو شوې او خدای دا قوم ډوب کړ؛ نوح علیه السلام او په بېړۍ کې ورسره خلک وژغورل شول[934])).

۴۰- ولې یې په بېړۍ کی د هر څاروي یوه جوړه کېنوله؟: دا حکم په دې پار و، چې په توپان کې د څارویو ځوځات ورک نشي؛ ځکه توپان ټوله ځمکه یا لږ تر لږه د ځمکې یوه پراخ برخه نیولې وه، چې په دویم حال کې هم په هغه پېر کې لریو ځایونو ته د څارویو لېږد رالېږد، څه اسان چار نه و[935].

۴۰- د نوح د قوم ځېل او دده زغم: د ((وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ)) تر غونډلې لاندې له امام باقر رحمة الله علیه څخه په یو روایت کې لولو: ((دا لږ شمېر یوازې) اته تنه وو[936])) په زړه پورې داچې د قرآن حکیم په وینا، حضرت نوح علیه السلام نهه سوه او پنځوس کاله د خپل قوم پر بلنه تېر کړل. ددې قوم له ځېله هېښتیا ده؛ خو خورا هېښتیا، ددې نه ستړې کېدوني پېغمبر زغم او درېدنه ده!

((وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءكِ وَيَا سَمَاء أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاء وَقُضِيَ الأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْداً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =))

۴۴- د نوح بېړۍ چېرې لنګر واچو؟: نوح علیه السلام د بېړۍ واګې خدای ته وروسپارلې او څپو بېړۍ هرې خوا ته وړه. په روایاتو کې راغلي، چې بېړۍ پوره شپږ میاشتې سرګردانه وه او له ډېرو ځایونو(ان د ځینو روایاتو له مخې، له مکې او د کعبې له چاپېریاله) تېره شوه. په پای کې د عذاب د پای او عادي حالت ته د ځمکې د ورستنېدا حکم وشو. دا آیت په لنډو او په عین حال کې په فوق العاده څرګند او ښکلي عبارت ددې حکم د پلی کولو څرګنوالی او د پایلو جزییات ویلي دي. که څه د قرآن حکیم ټول آیتونه د فصاحت او بلاغت په بریدکې دي، د عربو د یو شمېر پوهانو په وینا، دا آیت د قرآن حکیم خورا فصیح او بلیغ آیت ګڼل کېږي[937]. ((جودی)) د غره، سختې او ډبرینې ځمکې پر مانا دی، ځینو ویلي، چې دا په موصل سیمه کې د یوه غره نامه ده، چې د آرارات د غرونو په مشهورې لړۍ کې ارمنستان ته وررسي[938].

((قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلاَ تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ =))

۴۶- له بدانو سره د نوح علیه السلام د زوی ناسته پاسته: د ((انه لیس من اهلک)) غونډله یو انساني او روزنیز اوچت درس دی. دا آیت څرګندوي، چې د خدای پروړاندې مادي تړاوونه (؛ لکه خپلوي او ملګرتوب) د مانیزو تړاوونو پروړاندې څه ارزښت نه لري او د خپلوۍ امتیاز (ان پلارولي او زویولی) د ښوونځیز او مانیز تړاوو پروړاندې کوم مفهوم نلري. هلته چې مانیز تړاو شته، سلمان پارسي (رض) چې له رسول الله (ص) سره هېڅ توکیز – مادي او د خپلوۍ تړاو نه لري؛ د مشهور حدیث ((سلمان منااهل البیت= سلمان مې له کورنۍ دی)) له مخې په نبوي کورنۍ کې شمېرل کېږي؛ خو د نوح علیه السلام زوی له پلار سره د مانیز تړاو په پرې کولو، شړل کېږي او په ((انه لیس من اهلک)) کې رانغاړلېږي. له همدې کبله، د اهلبیتو علیهم السلام په روایاتو کې هغو شیعه وو ته سخت اخطارونه ورکړای شوي، چې تش په نامه شیعه وي؛ خو په عملي ژوندانه کې یې د اهلبیتو له ښوونو څه اغېز نه لیدل کېږي. له امام رضا رحمة الله علیه روایت شوی، چې یوه ورځ یې خپل دوستان وپوښتل: ((خلک دا آیت څرنګه تعبیروي؟)) یو وویل: ځینې یې مانا کوي، چې د حضرت نوح علیه السلام زوی یې حقیقي زوی نه و. امام وویل: ((نه! داسې نه ده. بیخي د نوح علیه السلام زوی و؛ خو چې د خدای له حکمه یې سرغړونه وکړه، خدای یې هم د زویولۍ او پلارولۍ اړیکه نفې کړه؛ لکه چې (په ظاهر کې) هر څوک له موږه وي؛ خو د خدای اطاعت نه کوي؛ نو له موږه نه دی[939].))

۴۶- د حضرت نوح علیه السلام زوی؛ په فساد کې ډوب: کله انسان د یو چار په کولو کې داسې وړاندې ځي، ته وا عین او کټ مټ دا چار دی؛ لکه چې ویل کېږي، امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه عدل دی؛ یعنې امام دومره په عدل کې ډوب شوی، ته وا عین عدل شوی دی. د حضرت نوح علیه السلام زوی هم دومره له بدچارویو سره ناسته پاسته وکړه او په ناسمو اندونواو ناوړو کړنو کې یې ور ډوب شوی و، ته وا وجود یې پر یو ناصالح چار اوړېدلی و. د ((انه عمل غیرصالح)) تعبیر په عین حال کې، چې ډېر لنډ دی، د نوح علیه السلام د زوی په هکله د یو مهم واقعيت ښوونکی دی؛ په دې مانا، چې ای نوح، که زوی دې پر سرسري ظلم او فساد ککړوي، په اړه یې سپارښت او شفاعت شونې و؛ خو اوس چې له سره تر پښو په فساد او تباهۍ کې ډوب دی، د شفاعت وړ نه دی[940].

((قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلاَّ تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِينَ=))

۴۷- د بښنې غوښتو په قالب کې له خدایه شکر: د حضرت نوح د خبرې ظاهر: ((والا تغفرلی و ترحمنی اکن من الخاسرین))، توبه ده او باطن یې د الهي ښوونې او روزنې د نعمت شکر ایستل. په دې غونډله یې د خدای د کړې پېرزوینې پاسلنه او مننه وکړه او پېرزوینه دا وه، چې خدای پرېنښود؛ نوح یوه غوښتنه وکړي، چې په ناپوهانو کې وشمېرل شي او په دې توګه یې له ښویېدنې وژغوره. په حقیقت کې په دې غونډله یې وویل: خدایه، مننه دې، چې زه دې په خپلې بښنې او رحمت کې راونغاړلم او پرې دې نه ښوولم، چې له ناپوهانو او زیانکارانو شم[941].

((وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلاَ تَتَوَلَّوْاْ مُجْرِمِينَ =))

۵۲- د عاد قوم ته اووه کاله سوکړه: ((یرسل السماعلیکم مدرارا)) دې ټکي ته اشاره لري، چې د عاد قوم پر وچکالۍ او سوکړې اخته شوی و او رسول الله ته یې ژمنه ورکوله، که ایمان راوړي، خدای پرې پرېمانه اورښتونه کوي؛ لکه چې له اهلبیتو علیهم السلام روایت شوی، چې پر حضرت هود علیه السلام د عاد قوم ایمان نه راوړو او د ده د ځورنې له لامله اوه کاله باران پرې و نه ورېد، وچکالي او سوکړه پرې راغله[942].

((إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلاَّ هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

۵۶- خدای پر هر څه لاسبر دی: ((ناصیة)) په آر کې د تندي د وېښتانو پر مانا ده او د وچ ولي د وېښتانو نیول، پر یو څیز د لاسبرۍ او تسلط کنایه ده. داچې حضرت هود علیه السلام د خدای په باب دا تعبیر کارولی، پر ټولو څيزونو یې د هغه پوره تسلط، ځواک او واکمنۍ ته اشاره کړې ده؛ داسې ځواک، چې هېڅ موجود ټینګېدای ورته نشي؛ ځکه که انسان یا څاروی له وچ ولي ونیول شي، د مقاومت ځواک ترې اخستل کېږي. دا تعبیر ددې لپاره دی، چې ښاڅمن – مغرور مستکبران او له ځانه راضي بوتپالي فکر ونکړي، که څو ورځې مخه ورکړه شوې، پردې دلیل دی، چې د پالونکي د ارادې پروړاندې مقاومت کړای شي؛ بلکې چې څه وخت الهي فرمان راورسي؛ بې له دې، چې مقاومت وکړي، ورته به غاړه کېدي[943].

۵۶- د هستۍ چارې پر عدالت تدبېرېږي: له دې غونډلې ((پالونکی مې پر سمه لار دی)) مراد دادی، چې په پیدایښت او د هستۍ د چارو په تدبیر کې الهي ثابت، پایښتی او تغییر نه موندونکی سنت او دود د عدالت او حکمت له مخې دی. په پایله کې چې کله هم حق او باطل یو له بل سره مخېږي، خدای حق ساتي او باطل له منځه وړي. خپل مشرک قوم ته د حضرت هود علیه السلام ددې غونډلې له ویلو مراد دا و، چې ورڅرګنده کړي، الهي عادلانه قانون غوڅ او پرېکنده دی او له شره به مې وساتي او تاسې او باطلې ګروهې مو له منځه وړي[944].

((وَأُتْبِعُواْ فِي هَـذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ =))

۶۰- پر عاد قوم؛ په دنیا کې د خدای لعنت دی: لعنت، له الهي رحمته د لرېوالي پر مانا دی، په قیامت کې یې له لعنته مراد، همېشنی عذاب دی، چې را و به یې نغاړي، هماغه عذاب، چې پرې رانازل شو او له منځه یې یووړل. دویم، هغه ګناهونه، چې خلک یې د نړۍ تر پایه کوي، ورپسې کښل کېږي؛ ځکه ځمکه، چې د نوح علیه السلام تر توپان روسته له کفر او شرک پاکه شوه؛ نو دوی بیا پکې شرک او کفر دود کړ او په دې توګه به د نړۍ تر پایه د خپلو راتلونکیو په ګناهونو کې برخوال وي. درېیم، هر څوک چې د نړۍ تر پایه یې له حالاتو، کفر او ځېله خبرېږي؛ نو لعنت به یې کړي؛ البته په دې درېیو احتمالاتو کې، دویم احتمال خورا پیاوړی دی[945].

((وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ =))

۶۱- د استعمار مانا: استعمار په آر کې چاته د ځمکې د آبادولو ورسپارل دي او طبیعي ده، چې لازمې وزلې به هم ورکوي. دا موضوع د ثمود قوم په باب پوره تطبېقېږي؛ ځکه شنې او حاصل ناکې ځمکې یې درلودې او په کرنې کې یې نوښتونه او ښې هڅې کولې او همداراز د ټینګو ماڼیو په جوړولو کې پرمختللي وو. پاموړ خوداچې قرآن حکیم نه وايي: د ځمکې ابادي یې درپرېښودې ده. دا(؛ یعنې وسایل) له هر پلوه چمتو دي؛ خو تاسې باید ځمکه په خپلوهڅو او چار اباده کړئ او سرچينې یې ترلاسه کړئ او بې زیاره به څه برخه و نه لرئ؛ البته زموږ په پېر کې د استعمار اصطلاح بیخي تغییر کړې او د قرآن حکیمي مفهوم پرخلاف ده. په دې وخت کې پر کمزوریو او بېوسیو ملتونو د سترو سیاسي او پوځي ځواکونو د لاسبرۍ پر مانادی، چې پایله یې لوټ، زبېښاک او دژوندینوسرچينو چورتالان دی[946].

((كَأَن لَّمْ يَغْنَوْاْ فِيهَا أَلاَ إِنَّ ثَمُودَ كَفرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّثَمُودَ=))

۶۸- د ثمود قوم حالات: له امام صادق رحمة الله علیه یې یو یار ابوبصیر د (قمر – ۲۳ –او۲۴) آیتونو په اړه وپوښتل، چې خدای وايي: ((د ثمود قوم (هم اخطار ورکوونکی او هم) الهي اخطارونه دروغ وګڼل؛ نو یې وویل: ایا موږ په هغه پسې ولاړ شو، چې په څېر مو یو بشر دی؟! که داسې مو وکړل(؛ نو) بېشکه موږ به هرومرو په بې لارۍ او لېونتوب کې یو)) امام صادق رحمة الله علیه وویل: ((دا آیتونه د ثمود قوم په هکله دی، چې صالح علیه السلام یې دروغجن وګاڼه، مخکې تردې چې خدای کوم قوم هلاک کړی؛ نو یې غاړې خلاصونې ته پېغمبر ورلېږلی. خدای، صالح علیه السلام د ثمود قوم ته ورولېږه؛ خو دوی یې له حکمه سرغړونه وکړه او و یې ویل: موږ تر هغه پر تا ایمان نه راوړو، چې له دې غره دې بلاربه (او دوه ځانې) اوښه راایستې نه وي. . . خدای هم دا چار وکړ، چې د صالح علیه السلام حقانیت ته یوه معجزه وه. بیا خدای صالح علیه السلام ته وحې وکړه، چې ورته ووایه: خدای ستاسې او ددې اوښې ترمنځ اوبه ویشلې دي؛ یوه ورځ د اوښې وار دی او بله ورځ ستاسې. پر کومه ورځ، چې د اوښې وار و، اوبه یې څښلې او بې درنګه لویو او وړو ترې شیدې لوشلې او چې شپه به تېره شوه؛ نو ګهیځ به خلکو اوبه څښلې او اوښې به نه څښلې. څه موده همدغسې تېره شوه؛ خو بیا یې د خدای له حکمه سرغړونه وکړه او خپلمنځي تګ راتګ یې پیل کړ او و یې ویل: اوښه ووژنئ او پښې یې ورپرې کړئ. موږ چمتو نه یو، چې یوه ورځ دې د هغې وار وي او بله ورځ زموږ. بیا یې وویل: څوک یې وژنئ، چې څه غواړي ور يي کړئ او د ((قدرا)) په نامه یو حرموني سورمخي شین سترګي او سور سری یې د وژنې ذمه واري پر غاړه واخسته، چې په سخت زړه او پستۍ مشهور و. خلکو هم مزدوري ورته منله، همداچې اوښه اوبو ته راغله، ځان یې په اوبو موړ کړ او چې راستنه شوه، په توره یې ووهله؛ خو ګوزار یې اغېزمن نشو، په بل ګوزار یې ووژله، اوښه پر ډډه پرځمکه راولوېده، جونګی یې د غره سر ته وتښتېد او درې ځل یې اسمان ته منځ کړ او چغې یې ووهلې. د ثمود قوم راغی او هر یو پر اوښې ګوذار کاوه او غوښه یې په خپلو کې ووېشله او لویو او وړو وخوړه، چې صالح علیه السلام له پېښې خبر شو، ورغی او ورته یې وویل: قومه! ولې مو داسې چار وکړ او د خدای له فرمانه مو سرغړونه وکړه؟! خدای صالح علیه السلام ته وحې وکړه، چې قوم دې سرغړونه وکړه او اوښه یې ووژله، چې ما ورته د حجت په څېر ورلېږلې وه او څه زیان یې ورته نه درلود؛ بلکې ستره ګټه یې ور رسوله. ورته ووایه: زه په را روانو درېیو ورځو کې عذاب پرې ورلېږم، که له درېیمې ورځې یې مخکې توبه وکړه، توبه یې منم او که توبه یې و نه کړه او د ګناه له لارې راستانه نشول، عذاب پرې ورلېږم. صالح علیه السلام ورغی او د خدای پیغام یې ورورساوه؛ خو له مخکې یې لا یو خورا ناوړه غبرګون وښود او و یې ویل: صالح! که رښتیا ویاست، د څه چې ژمنه راکوې، را یې وله، صالح علیه السلام وویل: سبا ګهیځ مو رنګونه ژېړېږي، په دویمه ورځ به سره او پر درېیمه به تور شي. همدغسې وشول. د هغې ورځې پر ګهیځ یې، مخونه ژېړ شول. بې درنګه راغونډ شول (او ځینو یې) وویل: د صالح خبره خو سمه وخته؛ خو د قوم سرغړاندو وویل: د صالح خبره نه منوو؛ که څه دا ستر عذاب وي! د دویمې ورځې پرګهیځ یې مخونه سره شول. بیایې یو بل ته وویل: د صالح خبره خو رښتیا شوه؛ خو بیاسرغړاندو وویل: که ټول هلاک شوو، بیا هم د صالح خبره نه منو. . . په پایله کې یې توبه و نه کړه. پر درېیمه ورځ د ټولو مخونه تور شول. بیا یې یو بل ته وویل، چې صالح کوم عذاب ویلی و، راورسېد. سرغړاندو په نهیلۍ او زیانکارۍ وویل: هو! چې څه صالح راته ویلي ول، راورسېد، چې نیمه شپه شوه، حضرت جبرییل د ثمود قوم ته ورغی او یوه کړیکه یې پرې وکړه، چې له لامله یې د غوږونو پردې څېرې شوې او زړه او لړمون یې ټوټې ټوټې شول، پر سبا شپه، چې په بسترو کې بې ساه پراته وو، خدای پرې له اسمانه تندر راوغورځاوه او و یې سوځول[947].))

((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ =))

۷۳- پر حضرت ابراهیم علیه السلام او کورنۍ یې د خدای ځانګړې لورنه: د ابراهیم علیه السلام مېرمن، چې د خدای په ارادې، له دوه ځانېدو خبره شوه؛ نو خورا هېښه شوه؛ خو په بیړه، د پالونکي پیغام راوړوونکیو، له هېښتیا راوایسته او پردې کورنۍ د الهي فوق العاده لورنو مخينه او د پېښو له منګولو یې معجزه ډولې ژغورنه وریاده کړه او و یې ویل: هماغه خدای، چې ابراهیم علیه السلام یې د ظالم نمرود له منګولو وژغوره او په اور کې یې روغ رمټ وساته او بوتماتي ابراهیم ته یې ځواک او زغم ورکړ، چې په یوازې ځان، ټول طاغوتان وځپي، هماغه خدای غواړي په بوډاینه کې عزتمن زوی درپېرزو کړي؛ البته دا الهي رحمت او برکت په هماغې زمانې پورې ځانګړی نه و؛ بلکې په دې کورنۍ کې غځېدلی او لاغځېږي او تردې به لا څه اوچت برکت وي، چې رسول الله (ص) او سپېڅلي امامان د ابراهیم علیه السلام له کورنۍ ځنې دي؟![948]

۷۳- حمید او مجید خدای: د پالونکي ددې دوو صفتونه یادول، مخکې غونډلې ته یو دلیل دی. ((حمید)) د هغه چا پر مانا ده، چې کړنې یې ستایل شوي او دا نامه، هغو پرېمانو نعمتونو ته اشاره ده، چې خدای یې خپلو بندګانو ته ورکوي او په مقابل کې یې وستایي. ((مجید)) هم هغه ته ویل کېږي، چې تر استحقاق ډېر نعمت ورکوي. ایا هغه خدای، چې دغسې صفات ولري، هېښتیا ده، چې دغسې نعمت (عزتمن زامن) د خپل پېغمبر کورنۍ ته ورکړي؟[949].

((إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ =))

۷۵- حلیم، اوّاه او منیب پېغمبر: ((حلیم)) هغه دی، چې په سزا او غچ اخستوکې بیړه نه کوي. ((اواه)) هغه ته وايي، چې څه نادودې وررسي یا کو مې بدۍ، چې ویني، ډېر اسویلی کاږي (اوزړه سواندی دی). ((منیب)) هغه دی، چې په هر چار کې خدای ته رجوع کوي. دا آیت د لوط علیه السلام قوم په هکله له پرښتو سره د حضرت ابراهیم علیه السلام د مجادلې علت وايي؛ په دې مانا، چې آنحضرت د ظالمانو له عذابه خپه نه و او له دوی یې پلوي نه کوله؛ بلکې ډېر زغمناک پېغمبر و او پر ظالمانو یې د عذاب په راکېووتوکې بیړه نه کوله او هیلمن و، چې په الهي توفیق به سم شي. همدغسې داسې پېغمبر و، چې د خلکو پر بېلاریتوب ډېر خپه کېده او ژغورنې ته یې خدای ته رجوع او توسل کاوه[950].

((قَالُواْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ =))

۷۹- هغوی چې پاکلمنتوب خپل حق نه ګڼي! : هېښنده خو داچې دې بېلارې قوم، لوط علیه السلام ته ویل، چې لوڼو ته دې لېوالتیا نه لرو او له آره دا چار زموږ حق نه دی. دا تعبیر یې نهایي بېلاریتوب دی او راښیي، چې د یوې ګناهکارې ټولنې چار تردې رارسي، چې حق باطل او باطل حق ویني او له مؤمنو او پاکو نجونوسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي؛ خو جنسي بې لاریتوب حق بولي. پر ګناه د اخته کېدو او روږدېدو روستی او نهایي پړاو دادی، چې ګناهکاران خورا ننګینې او ناوړې چارې خپل حق وګڼي او د جنسي غريزې د مړولو خورا پاکه لار ناحقه وبولي[951].

((قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ =))

۸۰- مهدي (عج) او یاران یې؛ د لوط علیه السلام هیله وه: امام صادق رحمة الله علیه ددې آیت په تفسیر کې ویلي دی: ((له قوت (او ځواک) ځنې مطلب، هماغه د آل محمد قایم (عج) دی او له رکن شدید(ټینګ ملاتړه) مراد، د مهدي علیه اسلام (۳۱۳) تنه یاران دي)) شونې ده، عجیبه ښکاره شي، چې حضرت لوط په خپل پېر کې د دغسې یو تن او دغسې یارانو هیله کړې وي؛ خو د قرآن حکیمي آیتونو په تفسیر کې له راغلیو روایاتو رازده کوي، چې ډېری دا روایات، د یو څرګندمصداق په بڼه کې یو ټولیز او عمومي قانون څر ګندوي. په واقع کې حضرت لوط علیه السلام هیله کوله، چې کاشکې د الهي حکومت جوړښت ته یې داسې هوډمن، او له جسمي او روحي پلوه ځواکمن سړی درلودای؛ لکه هغوی چې د مهدي علیه السلام د پاڅون په پېر کې نړیوال حکومت جوړوي او ددغسې ځواک په ملاتړ، له فساد او بې لاریتوب سر مبارزه ه وکړي او دغسې بېسره او بې حیا وګړي وځپي[952].

((مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ =))

83_ لواط غټه ګناه ده: ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان يا د پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د قوم مشركان دي. نوځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې لرې نه ده، چې د مكې پر ظالمانو هم دغسې تيږې وورېږي. ښايي د آيت مانا دا وي، چې د لوط د قوم ښارونه (چې لاندې باندې شول) د پېغمبر(ص) د قوم له ظالمانو لرې نه وي؛ ځكه چې د مكې او شام پر لار پراته وو او ترڅنګ يې تېرېدل. د حجر سورت په 76 آيت كې لولو: ((او د هغې سيمې كنډرې (د كاروانونو د تلو راتلو) په لويه لار كې پرتې دي)) همداراز د صفات سورت په 137 او 138 آيتونو كې لولو: ((او په حقيقت كې هر سهار يې پر كنډرو تېرېږئ او (همدا راز) ماښام هم؛ نو ايا عقل نه كاروئ؟!)) دا هم ښايي، آيت ټول ظالمان ګواښلي وي؛ يعنې شونې ده، هر ظالم د لوط قوم په عذاب كې راونغاړل شي. له امام باقر رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو: ((په دې ظالمانو كې د پېغمبر (ص) د امت هغه كسان دي، چې د لوط قوم ناوړه ګناه كوي))[953]. همجنس پالي، كه په نارينه وو كې وي که په ښځينه وو كې، په اسلام كې له خورا سترو ګناهونو ځنې ده. د اسلام له مشرانو، چې ددې ګناه په رټنه او غندنه كې روايت شوي دومره ډېر او لړزوونكي دي، چې په لوستو يې هر څوك ننګېري- احساسوي، چې ددې ګناه بدي دومره ده، چې ډېرې لږې ګناوې ورپسې وررسي. له عزتمن نبى په يو روايت كې لولو: ((چې هغه وخت د لوط قوم هغه (ننګينې) كړنې وكړې؛ نو ځمكې داسې وژړل، چې اوښكې يې اسمان ته ورسېدې او اسمان داسې وژړل، چې اوښكې يې عرش ته ورسېدې. په دې وخت كې، الله تعالی اسمان ته وحې وكړه، چې تيږې پرې ووروه او ځمكې ته يې وحې وكړه، چې ډوب يې كړه)) البته ښكاره ده، چې ژړا او اوښكې د تشبيه او كنايې اړخ لري، د قيامت پر ورځ په جنابت كې محشر ته ورځي، داسې چې د دنيا اوبه به يې پاك نه كړاى شي. بيا يې الله تعالی لعنتوي او دوزخ ورته چمتو كوي، چې څه ناوړه ځاى دى! بيا يې وويل: ((چې نر له نر سره كوروالى وكړي، په پار يې د الله تعالی عرش لړزېږي))[954]

((بَقِيَّةُ اللّهِ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ =))

86_ بقية الله: په ((بقية الله)) تعبير يا په دې پار دى، داچې حلاله او لږه ګټه د الله تعالی په حكم ده؛ نو بقية الله ده؛ يا داچې د حلالې ګټې ترلاسه كول، د الهي لورنو د غځېدا او د بركاتو د پاينې لاملېږي؛ يا مانيزو ثوابونو ته اشاره ده، چې تلپاتې وي، كه څه دنيا او څه چې پكې وي، له منځه ولاړ شي. په ګڼو رواياتو كې لولو، چې بقية الله، د حضرت امام مهدي يا نورو امامانو شتون دى؛ له امام محمد باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي دي: ((قائم، چې تر پاڅون روسته، ړومبۍ خبره كوي، دا آيت دى: بقية الله خير لكم ان كنتم مؤمنين. بيا وايي: زه په تاسې كې بقية الله او د هغه حجت او خليفه يم، چې هر څوك داسې سلام پرې كوي: اسلام عليك يا بقية الله فى ارضه.)) بايد پام مو وي، كه څه د قرآن حکیم آيتونه په ځانګړو ځايونو كې نازل شوي دي؛ خو هر اړخيز مفاهيم لري او په راتلونكيو پېړيو كې پر نورو مصداقونو هم تطبيقېداى شي. سمه ده، چې تر ویینې لاندې آيت كې مخاطب، د شعيب علیه السلام قوم دى او له ((بقية الله)) مراد، حلاله ګټه او پانګه يا الهي ثواب دى؛ خو د الله تعالی له لوري، چې بشر ته هر ګټور موجود پاتې شي او د بشر د خير او نېكمرغۍ لامل وګرځي؛ نو ((بقية الله)) ګڼل كېږي. ګرسره الهي پېغمبران او ستر مشران، بقية الله دي. ټول رښتين مشران، چې له يو سرسخت دښمن سره تر مقابلې روسته يو قوم او ملت ته پاتېږي، له دې اړخه بقية الله دي، همدغسې هغه سرتېري هم بقية الله دي، چې تر بريا روسته له جګړې راستنېږي. همداراز، داچې موعود مهدي روستى مشر او رسول اكرم (ص) تر پاڅون روسته ستر انقلابي مشر دى، د بقية الله يو څرګند مصداق دى او تر ټولو دې لقب ته ښه وړ دى؛ په تېره، چې د پېغمبرانو او سپېڅليو امامانو عليهم السلام يوازېنى پاتې شونى دى[955].

((وَيَا قَوْمِ لاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِّنكُم بِبَعِيدٍ =))

89_ له لوط قوم سره د شعيب قوم زماني نژدېوالى: له دې غونډلې مراد، له لوط قوم سره، د شعيب قوم د زماني واټن نژدېوالى دى. له قرآن حکیم ګټنه كېږي، چې حضرت شعيب، له حضرت موسى علیه السلام سره همپېرى و او هم حضرت لوط علیه السلام له حضرت ابراهيم علیه السلام سره او هم ددې اولوالعزمو پېغمبرانو (حضرت موسى او حضرت ابراهيم) ترمنځ زماني واټن تر درېيو پېړيو لږ و؛ نوځكه د شعيب قوم او د لوط قوم ترمنځ هم زماني واټن تر درېيو پېړيو لږ و[956].

((وَاسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ =))

90_ ودود الله تعالی: ((وَدود)) د الله تعالی يوه نامه ده او د هغه چا پر مانا ده، چې يو څوك يا يو څيز يې ښه ايسي او دا ښه ايسيتوب له اثارو سره ښكاره كوي. الله تعالی ((وَدود)) دى؛ يعنې مخلوقات او خپل بندګان يې خوښ دي او پر خپلو بندګانو يې، چې كو مې لورنې كړي، د مينې او خوښۍ اثار يې ښكاري؛ داسې لورنې چې بيخې نه شمېرلېږي او پخپله وايي: ((او كه د الله تعالی نعمتونه وشمېرئ؛ بيخي يې شمېرلاى نشئ[957]))

((قَالُواْ يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلاَ رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ =))

91_ ولې يې قوم شعيب كمزورى ګاڼه: له رسول اكرم(ص) څخه روايت شوى دى: ((شعيب علیه السلام له الله تعالی سره د (زياتې) مينې له لامله دومره وژړل، چې ړوند شو.)) له علي کرم الله وجهه هم روايت شوى دى: ((داچې شعيب علیه السلام ړوند شوى و، قوم يې كمزورى وګاڼه)) بيا يې وويل: ((پر هغه الله قسم، چې بل معبود ترې نشته، چې هغوى (د شعيب قوم) د پالونكي له جلال او دبدبې ځنې نه ډارېدل او بې له خپله قوم او ټبره له بل هېڅ څيز ځنې نه وېرېدل))[958]

((وَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مَّنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ =))

94_ د شعيب علیه السلام مانيز مقام: شعيب علیه السلام د ګرانو پېغمبرانو په كتار كې و او الله تعالی په قرآن حکیم كې د ستايل شويو پېغمبرانو په ليكه كې راوړی. قرآن حکیم، شعيب علیه السلام يو امين او سمونپال پېغمبر ښوولى او پخپله شعيب علیه السلام هم ځان له صالحانو ښوولى او الله تعالی يې هم دا صفات تصديق كړي دي. د مانيزې وګړې – شخصيت په اړه يې همدا بس، چې موسى بن عمران علیه السلام يې نژدې لس كاله په چوپړ كې و. له رسول اكرم(ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((شعيب له الله تعالی سره د (زياتې) مينې په پار دومره وژړل، چې ړوند شو، الله تعالی بېرته سترګور كړ او وحې يې ورته وكړه: شعيبه! ولې ژاړې؟ جنت ته د ورتلو له مينې يا د اور له ډاره؟ شعيب علیه السلام وويل: نه؛ بلكې له زړه نه مې درسره مينه ده؛ نو چې د زړه په سترګو دروينم؛ نو نور راته مهمه نه ده، چې څه راسره كوې. بيا الله تعالی وحې وروكړه: شعيبه! كه دا خبره دې حق وي، زما لقا (او ليدنه) دې خوندوره شه. شعيبه! د همدې اخلاص او مينې په پار مې موسى بن عمران ستا په چوپړ كې كړ[959].))

((يَوْمَ يَأْتِ لاَ تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلاَّ بِإِذْنِهِ فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ =))

105_ چې څه ښكاره دي، ويلو ته يې اړتيا نشته: ځينې مفسرين ګروهن دي، چې په قيامت كې له آره خبرې كول څه مفهوم نه لري؛ ځكه خبرې خو د پوهاوۍ او راپوهاوۍ يوه وزله ده. اوس كه بې له خبرو د نورو له دننه خبر شو؛ نو هډو د خبرو څه اړتيا نشته. داچې په قيامت كې د انسان ټول رازونه رابرسېرېږي؛ نو خبرو ته اړتيا نشته او كه انسان خبرې هم وكړي؛ نو د خپلو رازونو راسپړلو لپاره يې نه دي؛ بلكې د كړنو يې يو ډول انعكاس دى، چې هلته ښکارېږي؛ نوځكه پر هغه ورځې خبرې، د دنيا د خبرو په څېر نه دي، چې انسان په خپله خوښه رښتيا يا دروغ ووايي. په ټولنيز ډول، هغه ورځ، د شيانو د حقايقو د راسپړلو او شهودو ته د غيبو ورستنېدا ده او له دې نړۍ سره ورته والى نه لري[960].

((خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ إِلاَّ مَا شَاء رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ =))

107_ په جنت او دوزخ كې تلپاتېتوب: په دې آيت او ورپسې آيت كې دوو ټكيو ته پاملرنه اړينه ده:

1_ د قرآن حکیم له رواياتو او د معصومينو عليه السلام له رواياتو پوهېدل كېږي، هغوى چې د قيامت پر ورځ جنت ته ننووځي، همېش به پكې پاتې شي او ځينې دوزخيان به هم همېش په دوزخ كې پاتې شي. په دې آيت او ورپسې آيت كې هم راغلي، چې بدمرغه ډله، تل په دوزخ كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)) او نېكمرغه ډله هم په جنت كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)). مفسرانو ددې قيد و شرط په تفسير كې، ډول ډول مخونې او څرګندونې كړې دي؛ خو ښه سمه يې داده، چې ټول دوزخيان به په دوزخ كې پاتې نشي؛ بلكې يو شمېر په الهي بښنې او د الله تعالی د وليانو په سپارښتنه له دوزخه ازادېږي او نور شمېر، چې د خپل كفر او سترو ګناهونو په پار د الهي بښنې استحقاق او وړتيا نه لري، همېش به په دوزخ كې پاتې شي؛ نوځكه د همدې آيت په پاى كې لولو، ((پالوونكى دې، چې څه وغواړي كوي يې)). له همدې غونډلې ګټنه كېږي، چې ځينې دوزخيان د الله تعالی په غوښتنه له دوزخه ازادېږي؛ خو جنتيان، جنت ته له ورننوتو روسته تر ابده پكې پاتېږي او بيخي نه ووځي او په ورپسې آيت كې وايي: ((خو څه چې پالوونكى دې وغواړي)) په دې پار دي، چې وپوهوي، چې په جنت كې د جنتيانو پاتېدل هم د الله تعالی په غوښتنه او ارادې دي او كه الله تعالی غواړي، له جنته يې راباسي؛ خو دا چار به ونه كړي. له همدې لامله د ورپسې آيت (هود_ 108) په پاى كې وايي: (((چې دا) نه پرې كېدونكې پېرزوينه ده)). له امام باقر رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((يوه ډله دوزخيان له دوزخه وځي او شفاعت يې كېږي. بيا يې يوې ويالې ته بوځي. . . . . او پكې لامبي او په پايله كې يې بيا غوښه او وينه راټوكېږي او له بدنه يې د دوزخ سوي لرې كېږي او جنت ته ورننوځي، چې جنتيان يې ويني، وايي: دوزخيان راغلل، بيا دا ډله له خدايه غواړي، دا نوم ترې لرې كړي او الله تعالی يې هم ترې لرې كوي)). بيا نو امام باقر رحمة الله علیه وويل: ((د علي کرم الله وجهه دښمنان به تل په دوزخ كې پاتې شي او شفاعت يې نه كېږي)).

2_ شونې ده، له دې تعبيره ((ترڅو اسمانونه او ځمكه ولاړه وي)) دا پوښتنه راولاړه شي، چې په قرآن حکیم كې په څو ځاى کې ويل شوي، چې د قيامت په درشل كې به اسمانونه او ځمكه له منځه ولاړې شي؛ نو څنګه د جنت او دوزخ او پكې مېشتو تلپاتېتوب يې د اسمانونو او ځمكې په شتون پورې اړوند شوى دى؟ ددې پوښتنې په ځواب كې پام مو وي، چې قرآن حکیم ويلي، چې د قيامت په درشل كې د اسمانونو او ځمكې نظام له منځه ځي او پر نورو اسمانونو او ځمكې اوړي؛ نه داچې په ټول كې اسمانونه او ځمكه له منځه ځي او په قيامت كې به اسمان او ځمكه نه وي. (په دې باب وګورئ: ابراهيم 48 او زمر_ 74) د قرآن حکیم له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې تر ابده به اسمانونه او ځمكې وي او، چې دوى وي، د جنت او دوزخ اوسېدونكي به پكې پاتې وي[961].

((فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْاْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

112_د قرآن حکیم خورا سخت حكم: له حضرت ابن عباس(رض) روايت شوى، چې پر نبي كريم (ص) تردې سخت آيت رانازل شوى نه دى. اصحابو يې ترې وپوښتل: ولې ډېر ژر بوډا شوې؟ آنحضرت(ص) وويل: ((هود او واقعې سورتونو بوډا كړم)). په بل روايت كې لولو: چې دا آيت نازل شو، پېغمبر(ص) وويل: ((تيار شئ، تيار شئ (چې د هڅې وخت دى).))؛ تردې روسته پېغمبر(ص) كله هم خندنې ليدل شوى نه دى. پر پېغمبر(ص) ددې آيت د دروندوالي خورا مهم علت، د زغم او څوار – استقامت امر دى؛ د تبليغ او ارشاد په لار كې استقامت، د الهي دندو په سرته رسولو او د قرآن حکیم د ښوونو په پلي كولو كې څوار؛ هغه هم يوازې د الله تعالی لپاره او هاغسې، چې ورته امر وشو. هو! بريا ترلاسه كول څه اسان چار دى؛ خو ساتنه يې خورا ستونزمنه ده[962].

((وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ =))

113_ پر ظالمانو ډډه مه وهئ: دا آيت، يوه بنسټيزه، ټولنيزه، سياسي، پوځي او ګروهيزه کړنلار يادوي او هغه داچې پر ظالمانو به ډاډ نه كوئ او پر ظالمانو ډډه وهل پرېمانه فسادونه راولاړوي؛ له يوې خوا يې د غښتليا لاملېږي، چې دا چار په ټولنه كې فساد ته لمن وهي. پر ظالمانو ډډه وهل سوكه سوكه د ټولنې پر انديز فرهنګ اغېز شيندي او د ظلم او ګناه بدوالى له منځه وړي، ټولنه پر ګناه روږدوي او خلك ظلم كولو او ظالمېدو ته ورهڅوي. له آره پر نورو ډاډ او ډډه وهل، چې د تړاو بڼه ونيسي، پايله يې يوازې بدمرغي ده؛ دا خو لاڅه كوې، چې ظالم دې د ډډې ځاى وي. هغه يوه پرمختللې او سر لوړې ټولنه ده، چې له هر پلوه پر ځان بسيا وي او له نورو سره د دوه اړخيزو ګټو له مخې اړيكې ولري؛ نه د كمزوري او زورور اړيكه، چې پر زورور يې ډډه وهلې وي. دا تړاو، چې له هر پلوه وي، پايله يې يوازې ښكېلاك او زبېښاك دى او كه دا تړاو له ظالمانو سره وي، پايله به يې د دوى له ظلم سره تړاو او په کړنلارو كې يې ګډون دى[963].

((وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ =))

114_د ورځې په دواړو خواوو او د شپې په سر كې لمونځ: د اهلبيتو له رواياتو ګټنه كېږي، چې د ورځې په دواړو خواوو كې له لمانځه مراد، د ګهيځ او ماښام لمونځونه دي او د شپې په سر كې له لمانځه مراد، د ماخوستن لمونځ دى او دا غونډله دې درې لمونځونو ته اشاره لري.

114_ لمونځ؛ د ګناهونو څنډوونكى: ((ابوعثمان)) نامى وايي: له سلمان پارسي(رض) سره تر ونې لاندې ناست وم، يو وچ ښاخ يې ونيو او و یې خوځاوه، چې ټولې پانې يې توىې شوې. بيا يې راته وويل: ولې دې ددې چار رانه ونه پوښتل. و مې ويل: ولې دې دا چار وكړ؟ وې ويل: دا هماغه چار و، چې پېغمبر(ص) همدا چار وكړ او راته يې وويل: ((سلمانه! ولې مې نه پوښتې، چې ولې دې دا چار وكړ؟)) و مې ويل: ولې مو دا چار وكړ. و یې ويل: ((چې مسلمان په ټولو شرايطو پوره اودس وكړي او بيا پينځګوني لمونځونه وكړي، ګناهونه يې لكه ددې لښتې د پاڼې په څېر تو یېږي)) بيا يې همدا آيت ولوست[964].

((فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلاً مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ =))

116_ د ټولنې له منځه وړو لامل: معمولاً په هره ټولنه كې ظلم او فساد شته. مهمه داده، چې خلك د ظلم او فساد شتون وننګېري- احساس كړي او د ټولنې د سمونې په لټه كې وي. ددغسې ننګېرنې – احساس شتون او د سمونې په لار كې ګام اخستل، ددې لامل دى، چې الله تعالی خلكو ته مهلت وركوي او د پنځون – پنځون قانون هم د ژوند پر حق ورته قايل دى؛ خو همداچې ننګېرنه له منځه ولاړه او ټولنه بې توپيره شوه او فساد او ظلم په بيړه په هرځاى كې خور شو؛ بيا د پنځون په قانون او سنت كې، د ژوند حق ورته نشته؛ لكه د انسان بدن، چې ژوندى وي، دفاعي ځواك يې له ډول ډول ميكروبونو او رنځوريو سره مبارزه كوي؛ خو كه بدن د ميكروبونو پروړاندې غبرګون و نه ښيي؛ نو انسان ژر رنځورېږي او له چاره به ولوېږي. كه د انساني ټولنې مدافع ځواك؛ يعنې پوهان له ظلم سره مبارزې ته را و نه دانګي او د فساد مخه ونه نيسي؛ لږه موده روسته، په ګرده ټولنه كې فساد خپرېږي او پر يوې رنځورې او مړې ټولنې به واوړي[965].

((وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ =))

118_ الهي ښیون- هدايت؛ د انسان د پنځون موخه: په قرآن حکیم كې دوه ډوله اړپېچ – اختلاف ته اشاره شوې ده. لومړى هغه اړپېچ دى، چې بې د انسانانو له اختياره په بشري ټولنه كې شته. دا ډول اړپېچ، چې د وګړيو له جسمي او روحي توپيرونو راولاړېږي او بېلابېل چاپېريالونه يې ښه څرګندوي، په بشري ټولنه كې د سليقو، آدابو، دودونو او جلاجلا ټولنيزو او وګړنيزو چلونو د راپيدا كېدو لاملېږي. ټولنيزو ويينو جوته كړې، كه دا ډول اړپېچ نه وي، بشري ټولنه به يوه شېبه هم دوام و نه كړي؛ ځكه دا توپيرونه لاملېږي، چې انسان د خپلو اړتياوو او نيمګړتياوو لرې كولو ته يو بل ته مراجعه وكړي، چې دا يې پخپله د تكامل او بشپړتيا لاملېږي. دويم ډول اړپېچ، چې قرآن حکیم اوڅار – مطرح كړی او غندلى يې دى، په دين كې اړپېچ دى، چې د انسانانو له ځاني غوښتنو راولاړېږي؛ ځكه د انسان په خټه كې توحيد او دا يكي يو الله تعالی نمانځنه اخږل شوې او د انسان بې لارې تګ، د ځاني غوښنې پايله او له عقل سره مخالفت دى. بايد پام مو وي، چې دا آيت، له دې دويم اړپېچه خبرې كوي؛ نه له لومړي اړپېچه؛ ځكه هغه اړپېچ او ډول ډولي، رغنده او دا اړپېچ د درز او بېلارۍ لامل دى او پايله يې ابدي بدمرغي ده. بيا الله تعالی په ورپسې آيت كې وايي، چې له دې اړپېچه يوازې يوه ډله بچ ده؛ هغه ډله، چې الله تعالی په خپل رحمت كې رانغاړلې ده. ارواښاد علامه طباطبايي وايي، چې له دې ځانګړي رحمته مراد ((ښیون – هدايت)) دى، چې د انسان د پنځون – پنځون موخه ده. هو يوازې هغه ډله، چې د عقل او د پېغمبرانو د لارښوونو په لاروۍ په الهي ښیون كې رانغاړل شوې، په دين كې له اړپېچه بچ شوې او دا ښیون به يې ابدي نېكمرغۍ ته ورسوي او هغوى چې د ځاني غوښتنو او ظلم په پار په دې ښیون كې را و نه نغاړل شي، يوازې اور يې پايله ده او دوزخ به ترې ډك شي. له امام باقر رحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: ((آل محمد (ص) او لارويان يې په الهي رحمت او ښيون كې رانغاړل شوي دي[966])).

څرګنده ده، چې له دې حديثه مراد، د آيت د څرګند مصداق يادونه ده، كه نه ټول پېغمبران او لارويان يې، د آيت مصداق دي.

سورة يوسف

د يوسف سورة ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت آريزه موخه، ددې مطلب روښانول دي، كوم بنده چې الله تعالی ته خپل ايمان نږه كړى وي او بې له خدايه يې بل څيز ته پام نه وي، الله تعالی يې پخپله د چارو پالندوينه پر غاړه اخلي او په خورا غوره دود يې پالنه كوي، ځان ته يې نژدې كوي، د خپلې مينې له جامه يې خړوبوي او خپل ځان ته يې نږه كوي او الهي ژوند وربښي؛ كه څه نابودۍ او منځه وړو ته يې ټولې ظاهري وزلې يو لاس شي. كه څه پېښو يې په خوارولو پسې راخستې وي؛ خو الله تعالی يې سرلوړوي، كه څه د روزګار نادودې يې ذليل كړي؛ خو الله تعالی يې عزتمنوي. الله تعالی دا ژور مطلب د خپل يو ستر پېغمبر حضرت يوسف علیه السلام د كيسې په ترڅ كې ويلى؛ نوځكه يې يوه غوره كيسه ښوولې ده[967].

((إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَب1تِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ=))

4_ په خوب كې يو زېرى: الله تعالی، د حضرت يوسف علیه السلام كيسه، په دې هېښنده خوب پيل كړې، چې د يوسف پاچاهۍ او پروړاندې يې د مورو پلار او يولسو تنو روڼو خضوع او سر ټيټونې ته اشاره كوي؛ ځكه په حقيقت كې دا خوب حضرت يوسف علیه السلام ته يو زېرى و. الله تعالی په دې توګه وپوهاوه، چې په خپلو ځانګړو پېرزوينو كې یې رانغښتى او الله تعالی يې پالندوينه پر غاړه اخستې ده. له همدې لامله يوسف علیه السلام ته پر راتلونكيو ترخو زغم اسان شو؛ ځكه پوهېده، چې خورا خوندوره پايله او عاقبت ورته سترګې پر لارې دى[968].

((قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ =))

5_د خوالو ساتنې اهميت: همېشه د انسان په ژوند كې داسې خوالې شته، كه رابرسېره شي، شونې ده، دده يا يې د ټولنې راتلوونكې په خطر كې واچوي. ددې خوالو په ساتنه كې خورا پاملرنه د انسان د روحي پراختيا او پياوړې ارادې له نښو ځنې ده او انسان ته په ژوند كې ډېر خپګانونه د رازونو د نه ساتنې له لامله ورپېښېږي.

 له امام رضا رحمة الله علیه څخه په يو حديث كې لولو: ((مؤمن، به هله مؤمن وي، چې دا درې خويونه ولري: د خپل پالونكي سنت، د خپل پېغمبر سنت او د خپل مشر او امام سنت. د پالوونكي سنت، د رازونو ساتل دي، د پېغمبر سنت، له خلكو سره ګوزاره كول دي او د مشر سنت، د خپګانونو او ستونزو پروړاندې زغم دى.)) له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو: ((خوالې دې د خپلې وينې په څېر دي، چې بايد يوازې ستا په رګونو كې وبهېږي))[969].

((وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ=))

6_ څه وخت الهي پېرزوينې نعمت دى؟: د قرآن حکیم له نظره، د شتمنۍ، مېرمن او اولاد په څېر توکیزې (مادي) پېرزوينې هله ((نعمت)) دي، چې د الله تعالی د بندګۍ په بهير او ابدي نېكمرغۍ ته د وررسېدو په لار كې وي او كه همدا شونتياوې د شيطان پر لار او له خدايه د سرغړاندۍ لپاره وكارول شي، د ((نقمت)) بڼه خپلوي. په دې آيت كې له ((نعمت پوره كولو)) مطلب دادى، چې لومړى ټولې توکیزې او مانېزې پېرزوينې د الله تعالی د بندګۍ په بهير كې وكارېږي او د دويم دا نعمتونه، نېكمرغۍ ته د وررسېدو لپاره پوره وي او كمۍ او نيمګړتيا و نه لري؛ البته منظور د دنیوي نعمتونو پرېماني نه ده؛ بلكې مراد دادى، چې الله تعالی خپل توکیز او مانيز نعمتونه داسې پر انسان ولوروي، چې انسان پرې خپلې واقعي نېكمرغۍ ته ورسي[970].

((إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ =))

8_ تر موږ پلار ته مو يوسف او رور يې خورا ګران دي: دلته پوښتل كېږي، چې ولې يعقوب علیه السلام ته دا دوه کوشنيان ګران وو؟ په ځواب كې يې دوه لاملونو ته اشاره كوو: 1- فطري او طبيعي لامل؛ ځكه هر انسان ته خپل کوشنى (چې كمزورى دى، د کوشنيتوب او كمزورۍ په پار) تر غټانو ګران دى. 2- حضرت يعقوب علیه السلام د يوسف په څېره كې ډېره ستریا ننګېرله او پوهېده، چې ډېره وړتيا او ځلانده ګانده (راتلونکې) لري[971]. له دې كيسې يو بل مهم درس زده كوو، چې كينه څومره بنيادم د خپل رور د وژنې تر بريده رسوي يا ډېرې سختې ستونزې ورپېښولاى شي او كه دا دنننی اور كابو نشي؛ نو هم نور سېځي او هم ځان. هو! كينې يوازې د يوسف روڼه د خپل رور يوسف د وژنې تر بريده و نه رسول؛ بلكې كله هم كېږي، چې انسان خپلې نابودۍ ته هم اړ كړي. له پېغمبر (ص) په يو روايت كې لولو: ((الله تعالی موسى بن عمران علیه السلام له كينې منع كړ او و یې ويل: كينه كښ زما پر بندګانو د لورنو له لامله خپه دى او له هغو وېشنو ممانعت كوي، چې بندګانو ته پرې قانع شوى يم، چې څوك داسې وي، زه ترې نه يم او نه له ماځنې دى.)) امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((درې څيزونه ددين افت دى: كينه، غاورتوب او وياړنه))[972].

((اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ =))

9_ ځان غولول: ډېر كېږي، چې انسان د ګناه پرمهال د وجدان له مخالفت سره مخ شي؛ يا يې پروړاندې ديني ګروهې خنډ شي او د ګناه مخه يې ونيسي؛ خو ددې خنډ د لرې كولو لپاره، خپل وجدان او ګروهه په دې خبره غولوي، چې بې درنګه به په ګناه پسې توبه وكاږم؛ يعنې لكه څنګه چې د يوې ګناه لپاره شيطاني نخچه كاږي؛ د خپل وجدان تېر ايستو ته هم يوه شيطاني دسيسه كاږي او ډېر داسې كېږي، چې دا شيطاني نخچه اغېزمنه هم نشي او په دې توګه هغه ټينګ خنډ له مخې لرې كوي. د حضرت يوسف روڼو هم همدا لار ونيوه او په دې توګه يې ځان هغه بوږنوړې لارې چارې ته چمتو كړ[973].

((فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَـذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ =))

15_ د روڼو دسيسه؛ د يوسف د سرلوړۍ پيلامه:

حال دا کوشنى يوسف (چې د رواياتو له مخې له اوه كلنۍ پورته نه و) ستړى او غمجن په څاه كې لوېدلى و، الله تعالی د وحې پرښته ورولېږله او خبر يې كړ، كه څه روڼو دې په څاه كې وغورځولی، چې نامه دې پاتې نشي؛ خو نه پوهېږي، چې په همدې چار دې، سر لوړي پيلېږي او الله تعالی هومره عزت دركوي، چې د عزت پر تخت به كېنې او بښنه او لورنه به درنه وغواړي او ته به يې له كړي ظلمه خبر كړې؛ لكه چې د همدې سورت له 88 تر 90 آيتونو پورې دې موضوع ته اشاره لري[974].

((وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ =))

18_ د دروغو وينه: د يوسف روڼو د پلار د ډاډ ترلاسه كولو لپاره د يوسف كميس د وري په وينو ولړه او پلار ته يې راووړ. قرآن حکیم، دا وينه، د دروغو وينه نومولې ده؛ ځكه د يوسف وينه نه وه؛ بلكې ورى يې حلال كړ او په وينه كې يې د يوسف كميس ولړه. د دروغو د وينې نښه دا وه، چې پلار ته يې جوړ كميس راووړ، حال دا كه لېوه يوسف داړلى واى؛ نو بايد له كميسه يوازې څو ټوټې پاتې واى؛ نو دا دى، چې ويلاى شو دروغ د باطلو يو ښاخ دى، پايښتی نه پاتېږي او په پايله كې يې وياند رسوا كېږي. ثابت حقيقت په هستۍ كې ځان ته شواهد او لوازم لري. دروغجن په دروغو، د حقيقت څېره پوښي؛ خو پرېمانه اثار يې پوښولاى نشي؛ ځكه ډېر زیات ترې غافلېږي. د حضرت يوسف پر ژوند يې پرده واچوله او لېوه داړلى يې وښود؛ خو د ژوند پر لازمه يې (چې جوړ كميس و،) پر ده ورته وا نه اچولاى شوه؛ نوځكه د زمر سورت په درېيم آيت كې لولو: ((په رښتینه كې الله تعالی دروغجن (او) ناشكره ته سمه لار نه ورښيي))[975].

18_ هلته چې ډېر ناوړه جنايات، ښكلي ښكاري: دا غونډله ((ځاني غوښتنو مو دا چار ښكلى درانځور كړ)) دې ټكي ته اشاره لري، كه د انسان پر روح او اند سرغړانده هوسونه او غوښتنې لاسبري شي؛ نو د انسان په نظر كې د وژنې يا د رور د شړلو په څېر ناوړه جنايات دومره ښكلي ښكاري، چې يو سپېڅلى او اړين چار يې ګڼي. دا د ارواپوهنې يو ټوليز آر ته يوه درېڅه ده، چې يو څيز ته افراطي ورماتېدل، په تېره، چې له اخلاقي رذايلو سره مل وي، د انسان د نو مېرنې (تشخيص) پر حس پرده غوړوي او په نظر كې يې حقايق اړوي[976].

((وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لاِمْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ=))

21_ د مصر عزيز: چاچې يوسف وپېره، د مصر عزيز و، عزيز په هغې زمانې كې د فرعون (د مصر د پاچا) د وزير يا صدر اعظم لقب و[977].

21_د خوب پر تعبير پوهېدل د مصر د عزيز ماڼۍ ته له ورتلو سره څه تړاو لري؟! شونې ده، دا پوښتنه راولاړه شي، چې د خوب پر تعبير پوهېدل د مصر د عزيز ماڼۍ ته له ورتلو سره څه اړيكه لري؟ دې ټكي ته پام دا پوښتنه ځوابولاى شي، چې الله تعالی، انسان ته له ګناه د ډډې كولو او د سرغړاندو غوښتنو پروړاندې د مقاومت په بدل كې ډېری مانيزې او توکیزې لورنې ورپېرزو كوي. په بل تعبير، دا لورنې، چې د زړګنيو رڼا ثمره ده، يو انعام دى، چې الله تعالی یې دغسې وګړيو ته وركوي؛ نوځكه شونې ده، يوسف علیه السلام د خوبونو پر تعبير پوهېدل هله پيدا كړي وي، چې د عزيز د مېرمنې د سرباندې (فوق العاده) راکښنې پروړاندې يې خپل نفس كابو كړ او په پار يې الله تعالی د خوبونو پر تعبير پوهېدل ور پېرزو كړل[978].

((وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ =))

22_ حكم او علم؛ د نېكچارۍ بدله: الله تعالی پر چا بې دليله نه لورېږي؛ نوځكه هغوی چې له خدايه حكم او علم مومي، له ګناهګارانو او ناپوهانو سره يو رنګ نه دي. له همدې لامله الله تعالی په دې غونډله كې وايي، چې د الهي حكم او علم پېرزوينه، د يوسف علیه السلام د نېكچارۍ بدله وه. ښايي له دې آيته ګټنه كړاى شو، چې الله تعالی هر نېكچاري ته (د احسان او نېكۍ هومره يې) له حكم او پوهې څه برخمني وركوي؛ لكه چې د حديد سورت په 28 آيت كې وايي: ((ايمانوالو! الهي تقوا خپله کړئ او پر استازي يې ايمان راوړئ، چې د خپل رحمت دوې برخې دركړي او رڼا به دركړي، چې په رڼا كې به یې ځئ))[979].

((وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ =))

23_ په آيت كې له ((رب)) څخه مطلب: ډېرى مفسران ګڼي، چې په دې آيت كې ((رب)) په پراخ مانا؛ يعنې مالك، واكمن او د نعمت خاوند دى او منظور ترې د مصر عزيز دى؛ لكه، چې ((رب)) د همدې سورت په (42) او (50) آيتونو كې هم بې له خدايه اطلاق شوى دى[980]؛ خو ځينې مفسران ګروهن دي، چې په دې آيت كې له ((رب)) نه مطلب، الله تعالی تعالى دى؛ ځكه كه څه نورو، يوسف د مصر د عزيز مريى باله؛ خو يوسف نه ځان د بل انسان مريی او نه يې د مصر عزيز خپل ((رب)) ګاڼه، بلكې ځان يې يوازې د الله تعالی بنده او د عالم الله تعالی مريی شمېره او يوازې ((الله)) يې خپل رب ګاڼه. په دې حال كې، د آيت مانا داسې كېږي، چې الله تعالی ته پناه وړم؛ هغه الله تعالی، چې پالوونكى مې دى او د مقام درناوى مې كوي او ټول نعمتونه مې د هغه له لوري دي[981].

((وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ =))

24_ د پالوونكي له برهانه منظور: داچې په دې آيت كې د پالوونكي له برهانه مطلب څه دى، ډېرې خبرې شوي دي؛ خو سمه يې داده، چې مطلب ترې په دنیوي او اخروي ژوند كې د فحشاوو د ناوړه واقعيت انځور او وحشتناكې پايلې یې دي، هغه انځور، چې د نبوت، پاكلمنتوب او الهي غيبي پېرزوينو په رڼا كې رادبره كېږي. ددغسې يو واقعيت رويت، د حضرت يوسف په نظر كې څنډ (افق) هومره روښانه كړ، چې په زړه كې يې لږ شانته شك هم پاتې نشو، په بله وينا؛ لكه څنګه چې عقلي دلايل، انسان ته څنډ روښانوي او ټينګه اراده او پرېكندتوب وركوي، دغسې روایت او د عمل واقعیت لیدل (چې د نبوت، پاکلمنتوب او الهي لورنو له لوازمو ځنې ده) هم انسان ته روښانتيا او پرېكندتوب وركوي؛ نوځكه د ګناه د اندنې جرړه وچوي[982].

((قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ =))

26_ د يوسف د بې ګناهۍ شاهد: د اهل بيتو عليهم السلام له روايتو ګتنه كېږي، چې دا شاهد د مصر د عزيز د مېرمنې د كورنۍ يو تي خور ماشوم و، چې د الله تعالی په اراده او اعجازي بڼه يې په زانګو كې خوله راوسپړله او حقیقت يې ووايه او د حضرت يوسف علیه السلام بې ګناهتوب يې جوت كړ؛ لكه چې له امام سجاد رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې دې ټكي ته اشاره شوې ده[983].

((فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ =))

28_ د ښځو چلوټې: په دې آيت كې د ښځو ټګي برګي – البته د مصر د عزيز په څېر بې بندوبار او هوسپالې ښځې – ته اشاره شوې او د عظيم (لوى) صفت يې ورته راوړى دى. په تاريخ او همداراز كيسو كې – چې د تاريخ سيوری دی – په دې باب ډېری مطالب روايت شوي، چې د ټولو څېړنه راښيي، هوسپالې ښځې خپل مراد ته د ورسېدو لپاره په خپل ډول كې بېسارې دسيسې جوړوي. د يوسف علیه السلام يې څرنګه پر ناپاكۍ تورن كړ؛ ځان يې پاكلمنې وښووه، بيا يې د مصر ښځو ته يوه ناسته جوړه كړه او خپلې ناوړې كړنې ته يې مخونه وركړه[984].

((يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَـذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ=))

29_ له بوته بښنه غوښتل: د مصر عزيز خپلې مېرمن ته وويل، چې بښنه وغواړه؛ خو و يې نه ويل، چې له چا بښنه وغواړي، ددې په پامنیوي، چې په راروسته آيتونو كې څرګندېږي، چې دوى مشركان وو؛ نو پوهېدل كېږي، چې مطلب يې له بوته يا هغه معبوده د بښنې غوښتل ول، چې لمانځه يې نه الله تعالی[985].

29_ د مصر د عزيز بې غيرتي: له دې آيته د مصر د عزيز بې غيرتۍ ته پام هم ورګرځېداى شي. له آره ځانمنو او طاغوتي چارواكيو ته، د غيرت او ناموس ساتنې مساله دومره اوڅار نه ده؛ پخپله دومره په ګناه، فساد او بې عفتۍ اخته دي، چې د ورسره كسانو فساد څه اهميت ورته نه لري[986].

((قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ =))

۳۳_ زندان راته ډېر ښه دى: په ځينو رواياتو كې راغلي، چې د مصر ښځو د يوسف ښايست وليد؛ نو هرې يوې يې يوسف ته پېغام ورولېږه او ځان ته يې راوباله[987]. په يو شمېر نورو رواياتو كې راغلي، چې په هغه ناسته كې يو شمېر ښځې د عزيز د مېرمنې په ملاتړ راپاڅېدې او له يوسفه راتاوې شوې او په غولوونكيو خبرو يې هڅاوه، چې د مصر د عزيز مېرمنې ته غاړه كېږدي. په هر حال، يوسف له دغسې هېښنده دامه الله تعالی ته پناه يووړه او پر ژر تېرېدونكي خوند (چې پايله يې د الله تعالی عذاب دى) د زندان سختي غوره كړه او له خدايه يې وغوښتل، چې د ښځو له دوكو يې بچ كړي. له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((الله تعالی د خپل عرش په سيوري كې اوه ډلې كېنوي. پر هغه ورځ، چې بې له دې بل سيورى نشته، يو له دوى ځنې هغه سړى دى، چې ښكلې ښځه يې ځان ته راوبولي او سړى ووايي، چې له خدايه ډارېږي[988])). له دې آيتونو يوه خورا مهمه زده كړه؛ له نفس او ځان سره جهاد دى. پېغمبر(ص) دې جهاد ته ((اكبر جهاد)) ويلى دى؛ ځكه له دننني دښمن سره مبارزه له بهرني دښمن سره تر مبارزې ډېره سخته ده. په يوه حديث كې وايو: پېغمبر(ص) يوه ډله مسلمانان جهاد ته ولېږل، چې (ستړي او ټپي) راستانه شوو، و یې ويل: ((آفرين دې پر هغې ډلې وي، چې اصغر جهاد يې وكړ؛ خو اكبر جهاد پرې پاتې دى)) مسلمانانو وويل: رسول الله! اكبر جهاد څه دى؟ و یې ويل: ((له نفس او ځان سره مبارزه)) همداراز له علي کرم الله وجهه روايت شوى دى: (((حقيقي) مجاهد هغه دى، چې د نفس له (سرغړاندو غوښتنو) سره مبارزه وكړي))[989]. په اسلامي رواياتو كې راغلي، چې: ((غوسه او شهوت د انسان ستر دښمنان دي؛ نو چاچې دا دواړه كابو كړل، درجې يې لوړېږي او د كمال نهايت روستيو پړاوونو ته به ورسي))[990].

((وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانَ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ =))

36_ رښتياني خوبونه: په يوسف سورت كې څو هېښنده خوبونو ته اشاره شوې، چې هغو پېښو ته يې اشاره كړې، چې تردې خوبونو راروسته پېښې شوي دي: هغه خوب، چې يوسف په ماشومتوب كې وليد او خپل پلار ته يې ووايه؛ هغه خوب، چې دوو بنديانو وليد او يوسف ته يې ووايه او هغه خوب، چې پاچا وليد او يوسف تعبير كړ. په قرآن حکیم كې ددې خوبونو په څېر نورو خوبونو ته هم اشاره شوې ده. دا خوبونه له خورا پېچليو چارو دي، چې له بېلابېلو اړخونو يې د عادي وګړيو او پوهانوفكر ځانته وراړولى دى. پوهانو لاتر اوسه رښتياني خوبونه تفسير كړي نه دي او له آره دا مطلب بيخي د خوب په توکیز تفسير تعبيرېداى نشي او يوازې په روحي تفسير او د روح د خپلواكۍ پر ګروهه تفسيرېداى شي؛ البته پام مو وي، چې ټول خوبونه داسې نه دي او ډېرى خوبونه (د اندېښنې، پرېشانه فكرونو، ډېرخورۍ او رنځورۍ په څېر) نور لاملونه لري؛ خو د رښتيانيو خوبونو له شتونه نمښته كړاى نشو[991].

36_ ولې بنديانو له يوسف علیه السلام د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؟: چې کله دوه بنديانو له يوسف علیه السلام د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؛ نو و یې ويل، د غوښتنې علت مو دادى، چې په نظر مو نېكچارى يې. له دې غوښتنې سره د نېكچارۍ اړيكه داده، چې معمولاً خلك ګروهن دي، چې نېكچاري، پاك زړونه لري او د جريانونو او د هستۍ د پېښو په اړيكو ښه پوهېږي او هدايت ته خورا ورنژدې دي؛ نوځكه د رښتيانيو خوبونو په څېر څيزنو پر مانا چې نورو ته پټه ده، ښه پوهېږي. له همدې لامله ـ په رښتيا ـ ګروهن دي، چې نېکچاري د خپلې باطني پاكۍ په پار، پر هغو حقايقو پوهېږي، چې له نورو پټ دي[992].

((وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِـي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ =))

38_ د پېغمبرانو علیه السلام پاكلمني؛ پر خلكو د الله تعالی لورنه: له دې خو مراد په ګوته دى، چې حضرت يوسف علیه السلام پر ځان او پلرونو توحيد او د شرك نفې د الله تعالی له لوري فضل او لورنه بولي؛ ځكه دا فضل خو يوه ستره لورنه ده، چې شونې ده الله تعالی يې پر خپل بنده وكړي، چې ابدي نېكمرغي يې پايله ده؛ خو چې دا يې وويل، الله تعالی پر پېغمبرانو لورنه كړې؛ نو دا په حقيقت كې د الله تعالی له لوري پر خلكو لورنه ده، مطلب دادى، چې انسانان ښه والي، تقوى او رښتيا ته د عقل او فطرت پر الهام سربېره، داسې يو څيز ته اړتيا هم لري)چې(پرې سمبال شي او د خپل دين له احكامو يې خبر كړي، چې هغه وحې او نبوت دى. همدغسې لازم دي، چې په هر وخت كې پاك زړي او راڼه وګړي وي، چې پر شرك ككړ نه وي او پر توحيدي فطرت پاتې وي؛ ځكه كه ټول انسانان پر خپل حال ورپرېښوول شي؛ نو لرې نه ده، چې ټول به مادياتو ته د پاملرنې او د الله تعالی شاته غورځولو په پار شرك ته ورمخه كړي او د انسان د پنځون موخه به (چې عبادت دى) له منځه ولاړه شي. ددغسې وګړيو شتون د ځمكې په تيارو كې بلې ډيوې دي او هغه خلك راويښوي، چې له معنويته لرې، په مادياتو كې ډوب دي او دوى له اسمانه ځمكې ته د ورغځول شويو رسيو په څېر دي، چې دوى ورپورې نښلي، چې هاخوا نړۍ ته ښیون او لارښوونه غواړي. دا وګړي، چې پېغمبران او سپېڅلي امامان دي، د پنځون موخه (چې عبادت او الله تعالی ته پاملرنه ده) پاسوالي کوي او كه دوى نه وي، ځمكه به خپل اوسېدونكي ډوب كړي؛ نوځكه حضرت يوسف علیه السلام وويل: داچې زه او زما سپېڅلي پلرونه يوازې الله تعالی نمانځي ول او له هر ډول شركه پاك يو، هم پر موږ ستر فضل او لورنه ده او هم پر نورو خلكو ستره پېرزوينه ده؛ خو ډېرى خلك دې الهي لورنې ته پام نه كوي او شكر يې نه كاږي[993].

((مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ =))

40_ د مشركانو خدايان؛ بې مسما نامې: د مشركانو خدايانو ته دا تعبير له دې لامله دى، چې ددى نامو (چې درناوى او غوړه مالي یې كوي) شاته کوم څیز نشته. دوى په حقيقت كې تش څو نامې نمانځي؛ لكه د سمندر الله تعالی، د ځمكې الله تعالی، د اسمان الله تعالی او په څېر يې[994].

40_ له يو رغنده شعاره ناوړګټنه: د ((ان الحكم الا الله)) شعار، چې يو قرآن حکیمي رغنده شعار دى او بې د الله له حکومته او څه چې پرې پاى مومي نورې هر ډول واكمنۍ نفې كوي؛ خو افسوس، چې د تاريخ په اوږدو كې څه هېښنده ناوړګټنې ترې شوي، چې يو له دې نه د نهروانو خوارج دي، چې د سر سري، وچ كلك، احمق اود پيكه سلېقې خاوندان ول، چې د صفين په جګړې كې يې د منځګړتوب نفې ته پردې شعار منګولې ولګولې او و یې ويل: د جګړې پاى يا د خليفه ټاكنې ته د منځګړي (حكم) ټاكنه ګناه ده؛ ځكه الله تعالی وايي: ((ان الحكم الا لله – حكومت اومنځګړتوب يوازې د الله تعالی دى))؛ له دې ناخبره ول، كه منځګړتوب او حكميت د هغو مشرانو له خوا وټاكل شي، چې د مشرۍ فرمان يې د الله تعالی له لوري وي؛ نو حكم يې هم د الله تعالی حكم دى؛ ځكه پاى هغه ته وررسي. كه علي کرم الله وجهه منځګړي ټاكلي واى، حكم يې د علي کرم الله وجهه حكم او د ده حكم د پېغمبر(ص) حكم او د پېغمبر(ص) حكم هم د الله تعالی حكم و. له آره شونې نه ده، چې الله تعالی نېغ په نېغ پر انساني ټولنه واكمني وكړي او لازم دي، چې له انسانانو يو شمېر وګړي (البته د الله تعالی په فرمان) د حكومت واګې په لاس كې واخلي؛ خو خوارجو دې څرګند حقيقت ته په بې پامۍ پر علي کرم الله وجهه يې د حكميت نيوكه وكړه او ان (العياذ بالله) له اسلامه يې د حضرت علي د بېلارۍ دليل وګاڼه. دغسې، رغنده کړنلارې، چې د ناپوهانو په لاس كې شي، د اسلامي حكومت د ويجاړولو، په بدترينو وزلو اوړي[995]. روايت شوى علي کرم الله وجهه چې د خوارجو ددې آيت له ناوړګټنې خبر شو؛ نو و یې ويل: ((يوه حق خبره ده، چې پكې باطله موخه لري[996])).

((قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ =))

44_ ګډوډ خوبونه: د مصر مشرانو، د پاچا خوبونه ګډوډ خوبونه ونومول، ډېر پېښېږي، چې انسان په خوب كې، بېلابېل خوبونه وويني او چې دا خوبونه په دې حال يو له بل سره ګډوډ شي؛ نو بيا ترې پايله اخستى نشو، چې پر حقيقت يې يوه خوله شو؛ له همدې كبله دې ډول خوبونو ته پرېشانه يا ګډوډ خوبونه وايي. لرې نه ده، چې د مصر پاچا دا هېښنده خوب، په يو خوب كې ليدلى نه وي؛ بلكې په دوه يا څو ځل يې ليدلى وي؛ لكه چې تورات هم اشاره ورته كړې، چې يو ځل يې د چاغو او ډنګرو غواوو خوب او په بل ځل يې د شنو او وچو وږیو خوب وليد. له همدې لامله د مصر مشرانو يې خوبونه ګډوډ او پرېشانه خوبونه ونومول او و یې ويل: موږ يې د خوبونو په تعبير نه پوهېږو او يوازې سم خوبونه تعبيرولاى شو؛ خو يوسف صديق په الهي پوهې تعبير كړل[997].

((يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ =))

46_ يوسف صديق: هغه سړي، چې يوسف علیه السلام ته صديق (ډېر رښتين) ووايه، علت يې دا و، چې په زندان كې يې دده او ملګري خوب ورتعبير كړى و او بيا سم راوخوت او هم يې په زندان كې د ده د ويناوو او كړنو رښتينتوب ليدلى و. پاموړ ده چې خدای ددې سړي د خبرې په ویلو یوسف ته دا ښكلى لقب تصديق كړ[998].

((وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ =))

50_ د نفس عزت: يوسف علیه السلام نه غوښتل، چې په سادګۍ له بنده ازاد شي او د پاچا د بښنې پېغور ومني. نه يې غوښتل داسې ژوند وكړي، چې تر ازادۍ روسته د يو مجرم يا لږ تر لږه د تورن په نامه ياد شي، چې پاچا بښلى وي. غوښتل يې ړومبى يې د بنديتوب د علت په اړه څېړنه وشي او بې ګناهي او پاكلمنتوب يې پوره ازباد شي او بيا تبرئه او سرلوړى ازاد شي. په ترڅ كې د مصر د واكمنۍ پړه او چټلي جوته كړي[999]. له رسول الله(ص) په يوه روايت كې لولو: ((د حضرت يوسف علیه السلام زغم او ستريا هېښوونكي دي، چې ورغلل او د پاچا د خوب تعبير يې ترې وپوښت، و یې نه ويل، څو له بنده خوشې شوى نه يم درته يې نه وايم؛ خو چې ورغلل، چې خوشې يې كړي؛ نو راو نه ووت، څو پرې له لګېدلي توره، پاك او تبرئه شي[1000])) همدا زغم او ستريا لامل شول. پاچا چې لومړى (50 آيت) ويلي و ((را يې ولئ)) (په 54 آيت كې) ووايي: ((رايې ولئ، چې ځانګړى (سلاکار) مې شي))[1001].

((ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ= ))

52_ يوسف علیه السلام پخپله خپل پاكلمنتوب جوتوي: بايد پام مو وي، چې دا آيت او ورپسې آيت، د حضرت يوسف علیه السلام خبره ده او نه د مصر د عزيز د مېرمنې. دا دود – د چا خبره كول، چې نامه يې وانخستل شي – په قرآن حکیم كې ډېر كارېدلى دى. د يوسف ددې خبرې ((دا خبره مې ځكه وكړه)) منظور، هماغه خبره ده، چې يوسف په دوه مخكې آيتونو كې د خپلې بې ګناهۍ اثبات ته د څېړنې په اړه وكړه. يوسف علیه السلام وويل، غوښتنه مې ځكه وكړه، چې حقيقت بربنډ شي، چې ړومبى د مصر عزيز يقين وكړي، چې ما يې تر شا له مېرمن سره څه خيانت كړى نه دى او دويم داچې ټول وپوهېږي، چې څوك خاين دى او په ټوليز ډول خاينان تورمخي شي. په ترڅ كې، د يوسف علیه السلام دې خبرې، ټولو ته دده پاكي او صداقت جوت كړ؛ نو چې كله يې د مصر د زېرمو پالندوينې ته خپل چمتووالى اعلان كړ، پاچا سم له لاسه ومنله(6).

((وَمَا أُبَرِّىءُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

53_ خو چې پالوونكی مې ولورېږي: لكه چې په مخكې آيتونو كې وكتل شول، حضرت يوسف علیه السلام خپله بې ګناهي جوته كړه او اعلان يې كړه، چې د مصر له عزيز سره يې خيانت كړى نه دى؛ خو داچې يوسف علیه السلام د الله تعالی له نږدې بندګانو ځنې و او ټول ځواکونه يې د خدای ګڼل او ځان ته د الله تعالی په مقابل کې پر كوم بل ځواک قايل نه و؛ نوځكه يې د سرغړاند نفس پروړاندې ځانساتنه، د الله تعالی له لوري يو لورنه وښووله او نه يې د ځان وياړ. هو! يوسف علیه السلام بې له الهي پېرزوينې ځان د نورو بشري وګړيو په څېر ګڼه، چې څارويزو غوښتنو او شهواتو ته ګونډه وهي؛ خو پر چاچې الله تعالی ولورېږي؛ نو له خورا سختو ازمېينو به بريالى راووځي[1002].

((قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ =))

55_ تر سوكړې له بدتر خطره د خلكو ژغورنه: له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې يوسف علیه السلام پردې سربېره، چې ټولنه یې د سوكړې له خطره وژغورله؛ د شرك له خطره يې هم وژغورله. له امام رضا رحمة الله علیه په يوه روايت كې راغلي، چې ((يوسف علیه السلام په اوه كلنۍ پراخۍ كې، دا اذوقې او خوراک په راټولولو لګيا شو، چې د سوكړې كلونه راورسېدل، دا اذوقې په پلورلو يې پيل وكړ. په لومړي كال يې خوراك توكي په نقدو پيسو (دينار او درهم) پلورل او په دې توګه د مصر د ټولو نغدو پيسو خاوند شو. په دويم كال يې خوراك توكي په ګاڼو او جواهراتو وپلورل او په دې توګه د ټولو ګاڼو او جواهرو خاوند شو، په دې توګه، پر درېيم كال يې د څارويو، پر څلورم كال يې د مريانو او وینځو، پر پينځم كال يې د كورونو او جايدادونو، پر شپږم كال يې د كرنې او رودونو او پر اوم كال، داچې مصريانو ته څه ورپاتې نه ول، ناچار خوراكي توكي يې د ځان پلورلو په بيه وپېرل او په دې توګه ټول مصريان د يوسف علیه السلام مريان شوو او په دې وخت كې يې يو بل ته ويل: موږ بيخي خبر نه يو، چې الله تعالی چاته دغسې سلطنت او واكمني وركړي وي او بل داسې پوه او مدبر پاچا هم نه پېژنو. په هغه وخت كې، حضرت يوسف علیه السلام د مصر پاچا ته وويل: ماته د الله تعالی د راكړيو نعمتونو په هكله څه وايې؟ پوه شه، چې ما دوى له بدمرغۍ ژغورلي نه دي، چې پخپله يې مالك او كړاو ورته شم. پاچا وويل: چې هر څه وايې. يوسف علیه السلام وويل: زه، الله تعالی او تا شاهد نيسم، چې ټول مصريان ازادوم او شتمني يې بېرته وركوم، همدغسې واك، سلطنت او تاج و تخت دې هم درسپارم؛ خو داچې زما پر دود به چلېږې او يوازې زما په خبره به پرېكړه كوې. پاچا وويل: ددې وړانديز منل، زما توبه ده او ماته وياړ دى، چې زه به يوازې ستا په دين او دود روان يم او يوازې په خبره به دې پرېكړه كوم. كه ته نه واى؛ نو لار مې نه مونده او دا ته وې، چې زما واكمني دې وساتله او ټينګه دې كړه او ګواهي وركوم، چې يوازې ((الله) نمانځوړ دى او ته يې پېغمبر يې؛ نو پردې منصب، چې مې ټاكلى يې، پاتې شه، چې راته لوړ مقامى او د ډاډ وړ يې))[1003].

((وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ =))

58_ يوسف علیه السلام څلوېښت كاله روسته له روڼو سره وليدل: ويل شوي، چې يوسف علیه السلام څلوېښت كاله روسته له خپلو روڼو سره وكتل؛ نوځكه يې يوسف و نه پېژانده. پردې سربېره، روڼو يې بیخي فكر نه كاوه، چې هغه يوسف به وزير شي، چې پر هغه حال په څاه كې ولوېد او په څو درهمو وپلورل شو[1004]. يوسف علیه السلام هم، ځان په پيل كې خپلو روڼو ته ور و نه ښود؛ ځكه ړومبى يې غوښتل خپل سكه ورور راو غواړي، نورو ته د ځان ورښوولو په وخت كې سكه ورور يې هم حاضر وي (؛ لكه، چې په 90 او 91 آيتونو كې راغلي دي) او ناسكه روڼو ته وروښيي، الله تعالی د صبر او تقوى په پار هغه او رور يې (چې سكه رور يې هم د روڼو د كينې له لاسه سخت ربړېدلى و،) په خپلې پېرزوينې كې رانغاړلي دي[1005]. بنيامين، د حضرت يوسف علیه السلام سكه رور و او نور يې ناسكه وو.

((قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلاَّ كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ =))

64_ پر الهي لورنې د يعقوب علیه السلام ډاډ: حضرت يعقوب علیه السلام په پيل كې د خپلو زامنو دا غوښتنه ونه منله، چې بنيامين ورسره ولاړ شي؛ ځكه د يوسف علیه السلام په پېښه كې يې جوته كړې وه، چې امين او ډاډمن نه دي او زامنو يې، چې د يوسف د ساتنې په هكله كومه ژمنه وركړې وه(12 آيت)، د بنيامين په باب يې هم وركړه (63 آيت) او و یې ويل: ((انا له لحافظون)) خو يعقوب علیه السلام يې خبره و نه منله او چې و یې ليدل، ډاډمنېدل پرې بې ګټې دي، پر الله تعالی او د الله تعالی پر ساتنې يې زړه وتاړه او و یې ويل ((فالله خير حافظاً)) او علت يې هم ووايه، چې ((وهو ارحم الراحمين)). ډېر داسې كېداى شي، چې بې له خدايه، پر بل تن ډاډ وشي او کوم امانت وروسپارل شي؛ خو په ورسپارل شوي امانت او پر هغه ونه لورېږي، چې امانت يې وركړي؛ خو الله تعالی په هغه ځاى کې چې بايد ولورېږي، خپله لورنه نه درېغوي او پر هغه عاجز انسان لورېږي، چې خپل چار یې ورسپارلى. ددې غونډلې په باب په يو روايت كې لولو: يعقوب علیه السلام ، چې ((فالله خير حافظاً وهو. . . . .)) وويل؛ نو بيا الله تعالی وويل: ((پر عزت مې قسم، داچې پر ما دې توكل او ډاډ وكړ، زه هم دواړه (يوسف او ورور يې) درستنوم))[1006].

((قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ =))

66_ د يعقوب علیه السلام انصاف: مفسرانو ددې غونډلې ((خو داچې (د مرګ يا بل لامل له مخې) بېوسي شئ)) په اړه ويلي، چې ددې استثنا يادول، د يعقوب پېغمبر علیه السلام د درايت او انصاف نښه ده، سره له دې، چې بنيامين ورته ډېر ګران و؛ خو پر نورو زامنو يې له وسې هاخوا مسووليت وركېنښود او و یې ويل: زوى مې درنه غواړم؛ خو كه داسې پېښه وشي، چې له وسې مو هاخوا وي، چې په دې حال كې، څه پړه درباندې نشته[1007].

((وَقَالَ يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ =))

67_ الله تعالی ته په عين پام كې له وزلو او لاملونو ګټنه: له دې آيته معلو مېږي، چې يعقوب علیه السلام پر يولسو زامنو وېرېده. ډار يې له دې و، چې د خلكو سترګې به يې ووهي يا به كينه ورسره وكړي او له منځه به يې يوسي، يا به له دوى وډار شي او د ماتې لپاره به يې دسيسه جوړه او وبه يې وژني يا به پرې يو بل كړاو راولي؛ نوځكه يې وویل، چې په يوه وره مه ننووځئ؛ بلكې خواره واره او په څو ورونو ننووځئ؛ البته داچې څوك و انګېري، چې د يعقوب علیه السلام دا سپارښتنه په يوازېتوب او بې د الله تعالی له ارادې كار سازې او د ستونزې هواروونكې ده، سملاسي وايي، زه مو د الله تعالی له خوا د هرومرو رامنځ ته كېدونكې کو مې پېښې بچولای نشم؛ ځكه حكم او فرمان يوازې د الله تعالی دى، چې څه مې وويل، پخپله الله تعالی رازده كړي او دا يې هم په غوښتنې دي. له همدې لامله د آيت په پاى كې يې پر الله تعالی توكل ياد شوى دى. له دې آيته مهم درس دادى، چې نبايد وزلې او لاملونه بې ارزښته او چټي وګڼو؛ بلكې بايد كار ترې واخلو. همداراز بايد پام مو وي، چې پخپله وزلې او لاملونه څه نه دي او كه څه اغېز لري، د الله تعالی په حكم يې لري او كه داسې څه وي، چې زړه ورپورې وتړل او ډډه پرې ووهل شي؛ نو په حقيقت كې هغه الله دى[1008].

((وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِلاَّ حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ =))

68_ پرېمانه پوهه يې زموږ له ښوونو ده: دا پوهه، له اكتسابي او موهبتي پوهو ورهاخوا ده، چې الله تعالی یې نږدې بندګانو ته وركوي؛ دا يوه داسې پوهه ده، چې تېروتنه پكې کېداى نشي. له همدې لامله د آيت په پاى كې وايي: ((خو ډېرى خلك نه پوهېږي)) او له دې پوهې بې برخې دي. الله تعالی په دې غونډلې، يعقوب علیه السلام ستايي او حقوال يې بولي او زامنو ته يې سپارښتنه او پر الله تعالی يې توكل د يو سم او عالمانه چار په توګه تصديقوي او پوهوي، چې الله تعالی د همدې اړخونو په پار، د يعقوب علیه السلام دنننۍ اړتيا پوره كړه او يوسف علیه السلام يې ورستون كړ[1009].

((فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ =))

70_ يوسف علیه السلام څنګه يو بې ګناه په غلا تورن كړ؟: ايا جايزه وه، چې يو بې ګناه په غلا تورن كړي؛ داسې تور، چې پر نورو روڼو يې هم لږ و ډېر سپېرې اغېزې پرېوتې؟ ځواب يې دادى، چې دا چار د بنيامين په خوښه و؛ ځكه يوسف علیه السلام ؛ خو ځان مخكې همده ته ورښوولى و او پوهېده، چې دا نخچه يې پاتېدو ته جوړه شوې ده؛ خو روڼه يې نه تورنېدل. دې چار يوازې لنډ مهاله خپګان او اندېښمني رامنځ ته كوله، چې مهم ازمېښت ته یې څه خنډ نه درلود[1010]؛ چې د ګران زوى د لاسه وتو په بدل كې د يعقوب علیه السلام مقاومت وازمېیل شي او له دې لارې، د بشپړتيا كړۍ پوره او ستر ثواب يې ور په برخه شي. همداراز بيا په دې پېښه كې روڼه هم د ازمېښت په بټۍ كې واچول شي، چې ايا چمتو دي له پلار سره هغه ژمنه پوره كړي كه نه، چې بنيامين به يوازې پرېنږدي. بلخوا جوت شي، كوم كسان، چې دا خبره كوي، چې ((كه دې رور غلا كړې، تردې وړاندې بل رور يې هم غلا كړې وه)) [1011]. پردې سربېره، د همدې آيت په وينا، د تور وياند ((تاسې غله ياست)) بې له يوسف علیه السلام نور كسان (دولتي مامورين) ول، چې قرآن حکیم يې له هويت سره څه كار نه لري؛ نو دا نخچه د حضرت يوسف علیه السلام له پاكلمنتوب سره په ټكر كې نه ده او بيخي ګناه نه شمېرلېږي[1012].

((فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاء أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاء أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلاَّ أَن يَشَاء اللّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ =))

76_ ولې يوسف علیه السلام له خپلو روڼو سره د دوی پر دود وچلېد؟: كه يوسف علیه السلام له بنيامين سره د مصر د قوانينو له مخې وچلي؛ نو بايد و يې وهي او بندي يې كړي او پردې سربېره، چې د رور د ځورونې لاملېده؛ خپلې موخې ته هم نه رسېده، چې له ځان سره يې د رور ساتنه وه؛ نوځكه يې مخكې له خپلو روڼو منښته واخسته، كه غلا مو كړې وي، تاسې څه سزا وركوئ. دوى هم د خپل دود له مخې ځواب وركړ، چې په سيمه كې مو دود دى، چې غل د غلا په بدل كې نيسي او كار تېر اخلي. حضرت يوسف علیه السلام هم د همدې دود له مخې ورسره وچلېد؛ ځكه د مجرم د سزا يوه لار دا ده، چې مجرم ته د ټولنې د قانون او دود له مخې سزا وركړاى شي[1013].

((قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ =))

77_ په يوسف علیه السلام پسې د غلا د تور جوړه: سمه ده، چې روڼو يې پر يوسف علیه السلام ناروا تور وتاړه، په دې ګومان، چې په هغو كړكېچنو شېبو كې ځانونه پاك كړي؛ خو هرومرو دې چار يو دليل درلود. له امام رضا رحمة الله علیه په يو روايت كې راغلي، چې اسحاق علیه السلام يو كمربند يا پټو درلود، چې پېغمبرانو يا مشرانو، يو په بل پسې په ميراث وړه. د يوسف علیه السلام پرمهال، دا پټو د يوسف علیه السلام له ترور (عمه) سره و. يوسف هم په وړوكتوب كې له خپلې ترور سره اوسېده او يوسف علیه السلام ورته ډېر ګران و. يوه ورځ يعقوب علیه السلام په خپلې خور پسې يو تن ورولېږه، چې يوسف علیه السلام راولېږه، چې و یې ګورم، بيا به يې درستون كړم. د يوسف علیه السلام ترور د يعقوب له استازي مهلت وغوښت، چې يوسف يوه بله شپه هم ورسره پاتې شي، پر سبا يې، د اسحاق علیه السلام ميراثي كمربند د يوسف له ملا وروتاړه او كميس يې ورواغوست او خپل پلار ته يې ورولېږه. څه موده روسته په يوسف علیه السلام پسې یعقوب علیه السلام ته ورغله او و يې ويل: څه وخت كېږي، چې خپل ميراثي كمربند مې ورك كړى او اوس يې له يوسف سره وينم. داچې پر هغه مهال دود و، كه چا څه غلا كوله؛ نو د خدمتګار په توګه، د مال له خاوند سره پاتېده؛ نوځكه يې يوسف پر همدې پلمه له ځان سره بوته او يوسف علیه السلام ورسره اوسېده[1014].

((قَالَ مَعَاذَ اللّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلاَّ مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّـآ إِذًا لَّظَالِمُونَ =))

79_ يوسف علیه السلام په ځير خبرې كولې: پاموړ ټكى دا دى، چې يوسف علیه السلام خپل ورو په غلا نه تورنوي؛ بلكې وايي، چې خپل څيز مو ورسره وموند. دا پردې دليل دى، چې يوسف علیه السلام په ځير خپلې خبرې كولې، چې په ژوند كې هډو د ګناه څه خبره ونكړي[1015].

((ارْجِعُواْ إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُواْ يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ =))

81_ له غيبو خبر نه وو: په دې آيت کې له غيبو د يعقوب علیه السلام د زامنو منظور، د بنيامين غله كېدل وو، چې په څټه كې يې د كټوري تر پيدا كېدو مخكې ترې خبر نه و. په دې توګه په دې آيت كې يې د خبرې مانا داسې وه: پلار جانه! زوى دې غلا وكړه، موږ يوازې د غلا د سزا په اړه، چې پوهېدو ګواهي وركړه او نه پوهېدو، چې بنيامين غلا كړې او نيول كېږي، كه نه ګواهي مونه وركوله، چې ونه نيول شي[1016].

((قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ=))

83_ د يعقوب علیه السلام له ليد لوري د بنيامين د وركېدو علت او. . . . . .: ((ځاني (غوښتونو) مو مساله دغسې درپسوللې ده.)) د یعقوب علیه السلام دا خبره چې د یوسف تر وركېدو روسته يې (18 آيت) هم كړې وه وکړه د بنيامن د نيوو په اړه د خپلو زامنو د دروغجن ګڼلو يا پرې د تور لپاره نه وه؛ ځكه قراينو ښووله، چې رښتيا وايي او بنيامين نيول شوى و؛ بلكې حضرت يعقوب علیه السلام د الله تعالی وركړې ځيركۍ له مخې پوه شو، چې نيول يې د يوسف له وركېدو سره تړاو لري او پوهېده، چې وركېدل يې د روڼو د ځاني غوښتنو له مخې و. په همدې دليل، و يې نه ويل، چې هيلمن يم الله تعالی دې بنيامين راته راولي؛ بلكې و یې ويل هيلمن يم، چې ټول (؛ يعنې يوسف، بنيامين او مشر ورور، چې په مصر كې پاتې شو) راستانه شي او په دې توګه يې وپوهول، چې د دوى وركېدل، د ناپوهو او ګناهكارو زامنو د ځاني غوښتنو د دوكې له لامله و[1017].

83_ ښكلى صبر: په يو روايت كې لولو، چې اما باقر رحمة الله علیه وپوښتل شو: ((ښكلى صبر)) څه دى؟ امام وويل: هغه صبر دى، چې پكې هيچاته شكايت ونشي. يوه ورځ ابراهيم علیه السلام يعقوب علیه السلام (چې لمسى يې و،) د يو چار لپاره په يو عابد راهب پسې ولېږه، چې راهب، يعقوب علیه السلام وليد، په دې ګومان، چې ابراهيم علیه السلام دى، ښه راغلاست ته يې ور و ځغاستل او په غېږ كې يې راونيو او و یې ويل: ښه راغلاست ابراهيم خليل الرحمان. يعقوب وویل: زه ابراهيم خليل الرحمان نه يم؛ بلكې يعقوب د اسحاق زوى، د ابراهيم زوى يم. راهب وويل: نو ولې دې دومره بوډا او مات وينم؟ و یې ويل: خپګان او رنځورۍ (پردې حال كړى يم) امام باقر رحمة الله علیه وويل: يعقوب علیه السلام لا د راهب د وره خولې ته رسېدلى نه و، چې الله تعالی وحې ورولېږله: يعقوبه! بندګانو ته زما (له قضا او قدره) شكايت كوې؟! يعقوب علیه السلام پر هماغه شېبه پر سجده پرېووت او و یې ويل: پالونكيه! بيا دا چار نه كوم. الله تعالی هم وحې ورولېږله، چې دا ځل مې وبښلې، بيا يې مه كوه. تردې روسته، چې څه دنیوي نا دودې پرې راتلې، هيچا ته يې شكايت نه كاوه؛ خو داچې يوه ورځ يې وويل: (إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ)[1018].

((يَا بَنِيَّ اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ= ))

87_ يعقوب علیه السلام له كومه پوهېده، چې يوسف ژوندى دى؟: تردې آيت لاندې روايت شوى، چې ((حنان بن سدير)) امام باقر رحمة الله علیه وپوښت: ايا يعقوب علیه السلام پوهېده، چې يوسف ژوندى دى، حال دا له يوسفه يې له بېلتون شل كاله تېر شوي ول؟ امام وويل: ((هو! پوهېده. ګهيځ مهال يې له خدايه وغوښتل، چې د مرګ پرښته (عزرائيل) ورته راشي. عزرائيل راكوز شو او و یې ويل: يعقوبه! څه غواړې؟ يعقوب علیه السلام وويل: راته ووايه، چې ارواح بېل بېل اخلې كه يو ځاى؟ و یې ويل: جلا جلا يې اخلم. يعقوب وويل: ايا د يوسف روح دې هم اخستى؟ د مرګ پرښتې وويل: نه. يعقوب له همدې ځايه پوه شو، چې ژوندى دى؛ نوځكه يې خپلو زامنو ته وويل: زامنو! ولاړ شئ، يوسف او رور يې ولټوئ))[1019].

87_ يوازې كافران د الله تعالی له لورنې نهيلېږي: د شرك او كفر تر سترې ګناه روسته، د الله تعالی له لورنې نهيلېدل او ځان د الله تعالی له عذابه بچ ګڼل، له سترو ګناهونو ځنې شمېرل شوي دي. د قرآن حکیم له آيتونو او رواياتو ګټنه كېږي، چې بايد مؤمن همېشه ځان د الهي عذاب او د الله تعالی د رحمت ترمنځ وبولي؛ نه ځان داسې د خدای له عذابه خوندي وګڼي، چې پر هرې ګناه ككړ شي او نه له الهي لورنې نهيلى شي، چې له لامله يې له ځان جوړونې پاتې شي. كه كوم انسان د الله تعالی له لورنې نهيلى شي (؛ لكه چې دا آيت د يعقوب له خولې وايي)؛ نو پر الله تعالی كافر شوى دى؛ ځكه نور يې الله تعالی بښلاى او په خپل رحمت كې يې رانغاړلاى نشي[1020]. په رواياتو كې، د الله تعالی له رحمته د نهيلۍ په اړه ډېر سخت تعبيرونه راغلي؛ لكه له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((ستره ګناه له الله تعالی سره شرك دى. . . . . ورپسې د الله تعالی له رحمته نهيلي. . . . . او بيا ځان د الله تعالی له عذابه خوندي ګڼل دي))[1021].

((قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ =))

92_ د ځواكمنۍ پرمهال بښنه؛ د پېغمبرانو خوى دى: مخكې آيتونه، په څرګنده مهم اخلاقي زده كړه او اسلامي سپارښتنه رازده كوي، چې پر دښمن د بريا په حال كې، كينه كښ او غچ اخستونكي مه وسئ او د ځواكمنۍ پرمهال بښنه وكړه. په زړه پورې؛ خو داچې رسول اكرم (ص) په ورته شرايطو د مكې په سوبې كې د شرك او بوتپالۍ په خونړيو دښمنانو لاسبرى شو، و یې ویل: ((قريشو! ګومان كوئ، چې په اړه مو څه حكم وكړم؟. . . . . په اړه مو هماغه څه وايم، چې رور مې يوسف د بريا پرمهال خپلو روڼو ته وويل: ((نن پړه او رټنه درباندې نشته[1022])).

((اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَـذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ =))

93_ چې الله تعالی څه غواړي، هماغه كېږي: د يوسف سورت له زده كړو يو هم د مخلوقاتو پر ارادې د الله تعالی د ارادې لاسبري ده. روڼو یې یوسف، په څاه كې وغورځاوه، چې ذليل شي؛ خو هماغه لامل شو، چې د مصر د عزيز په كور كې مېشت او عزتمن شو. د عزيز مېرمن بندي كړ، چې خوار یې كړي؛ خو يې لامل شو، چې پاچا ته د مقام خاوند شو. روڼو يې پلار ته په وينو لړلى كميس يووړ او يعقوب علیه السلام يې له خپګانه ړوند شو؛ خو الله تعالی وغوښتل، چې د يوسف په كميس يې بېرته بينا او سترګور كړي. لنډه خبره داچې ټول ظاهري اسباب يو لاس شول، چې يوسف خوار كړي؛ خو الله تعالی غوښتل، چې ورځ تر ورځې ښه عزتمن شي او دغسې وشو: ((والله غالب على امره))[1023].

((قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ =))

97_ توسل؛ له قرآن حکیمه يو حقيقت: له دې آيته ګټنه كېږي، چې له بله د استغفار غوښتنه، نه يوازې له توحيد سره ټكر نه لري؛ بلكې د پالونكي پېرزوينې ته د ورسېدو يو لار ده؛ كه نه څنګه شونې وه، چې يعقوب علیه السلام د ځانونو په هكله د خپلو زامنو استغفار ومني او توسل ته يې د هوكړې ځواب وركړي؟! دا راښيي، پر الهي اولياوو توسل، يو جايز چار دى او هغوى چې منع كوي او د توحيد له آر سره يې مخالف ګڼي، د قرآن حکیم له آيتونو سمه پوهه او پوهېدنه نه لري يا يې غلط تعصبونه لاملېږي، چې د قرآن حکیم د پوهاويو حقايقو ته ور و نه رسي[1024].

((قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ= ))

98_ ولې يعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته د بښنې غوښتل ځنډ كړل؟: ښايي علت يې دا وي، چې د يوسف علیه السلام په ليدو يې د الله تعالی نعمت پرې پوره شي او زړه يې په ټوله مانا خوشحاله شي او له زړه يې د يوسف علیه السلام د بېلتون د خپګان اغېزې پاكې شي او بيا په زړه سواندۍ زامنو ته بښنه وغواړي. ښايي (لكه چې په ځينو رواياتو كې راغلي) د ځنډ لامل دا و، چې په داسې وخت كې بښنه ورته و غواړي، دعا پكې ډېره قبلېږي؛ لكه چې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((يعقوب د جمعې تر ګهيځه بښنه غوښتل وځنډوله))، له همدې لامله په يو بل روايت كې لولو، چې رسول اكرم (ص) وويل: ((ګهيځ الله تعالی ته ددعا لپاره خورا ښه وخت دى او يعقوب علیه السلام بښنه غوښتل وځنډول، چې ګهيځ شي))[1025]. ښايي له دې دواړو رواياتو ګټنه وكړو، چې په ټوليز ډول ګهيځونه، په تېره د جمعې ګهيځ الله تعالی ته د دعا مناجات او زاريو وخت دى.

((وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَـذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاء إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ =))

100_ د يوسف كورنۍ په پار يې سجده وكړه او نه ورته: سجده بې له څه شكه د الله تعالی ځانګړی عبادت دى او ټولو پېغمبرانو، چې په عبادت كې توحيد ته بلنه وركړې، مفهوم يې همدا دى؛ نوځكه نه يوسف علیه السلام اجازه وركوله، چې سجده ورته وكړي او نه د يعقوب علیه السلام په څېر يو ستر پېغمبر پر دغسې يو چار لاس پورې كاوه او نه قرآن حکیم، د يوې ښې يا روا كړنې په څېر ياداوه؛ نوځكه دا سجده الله تعالی ته وه (د شكر او مننې سجده)؛ هماغه الله تعالی چې يوسف علیه السلام ته يې دا ټولې پېرزوينې، مقام او ستریا وركړه او د يعقوب علیه السلام د كورنۍ ستونزې او كړاوونه يې لرې كړل. په دې حال كې، عین داچې د يعقوب، مېرمن او زامنو يې سجده الله تعالی ته وه؛ خو داچې د يوسف علیه السلام د ستریا په پار وشوه، درناوى يې هم شمېرلېږي. له سپېڅليو امامانو په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې سجده يې د الله تعالی عبادت، د يوسف درناوي او د الله تعالی د شكر لپاره وه؛ لكه چې آدم ته د پرښتو د سجدې په كيسه كې هم سجده ستر الله تعالی ته وه، چې دغسې هېښنده مخلوق يې پنځولى، چې عین د الله تعالی په عبادت والي كې، د آدم درناوۍ ته هم يو دليل دى. دا كټ مټ دې ته ورته دى، چې څوك يو ډېر مهم او ښه چار وكړي او په پار يې الله تعالی ته سجده وكړو، چې دغسې بنده يې پنځولى دى، چې هم الله تعالی ته سجده ده او هم ددې تن درناوى دى[1026].

100_ د يوسف علیه السلام د خوب تعبير: له دې خوبه تعبير، هغه خوب دى، چې يوسف په کوشنيوالي كې ليدلى و او خپل پلارته يې ويلی و. په خوب كې يې ليدلي ول، چې لمر، سپوږمۍ او يوولسو ستوريو ورته سجده وكړه؛ نو مورو پلار او روڼه يې، چې مصر ته ورغلل او په پار يې پر سجده پرېوتل، خپل پلار ته يې د هغه خوب تعبير ووايه[1027].

((وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ =))

106_ په اطاعت كې شرك: الله تعالی د همدې سورت په (103_105) آيتونو كې ويلي، چې ډېر خلك ايمان نه راوړي؛ كه څه باړه ترې نه غواړې او كه څه په اسمان او ځمكه كې د الله تعالی ډېرې نښې وويني. ورپسې په دې آيت كې وايي، كوم لږكۍ هم چې ايمان راوړي، ډېر يې شرك ككړي دي. په ظاهر كې ايمان او شرك يو د بل پروړاندې دي. شونې ده، يو تن د ايمان په خورا لوړه مرتبه يا د شرك په خورا ټيټه مرتبه كې وي؛ البته دا هم شونې ده، څوك ددې دواړو پړاوونو ترمنځ وي؛ يعنې په داسې حال كې چې ايمان لري، په شرك هم ككړ وي؛ ځكه د ايمان حقيقت، له الله تعالی سره د زړه عاجزانه تړاو دى او دا تړاو پياوړتيا او كمزورتيا هم لري. شونې ده، د الله تعالی نږدې بندګان، چې بې له ((الله)) په بل هيچا زړه نه تړي، په دې حال كې د ايمان په څوكه كې دى؛ يو تن هم كه حق او حقيقت هېر كړي او زړه پوره پر غير الله او توکیز ژوند تړي. ددې دواړو ټكيو ترمنځ ډېرې درجې او پړاوونه شته، چې دا آيت اشاره ورته لري. شونې ده يو تن په عين حال كې، چې پر الله تعالی د ايمان او ترې د ډار ادعا لري؛ خو د يوې ستونزې يا كړاو له ډاره يې (شونې ده، ور ورسي) ټول وجود ولړزېږي، حال دا پوهېږي، چې زورور يوازې الله دى يا عزت له غير الله غواړي، حال دا، دا آيت ((ټول عزت الله ته دى)) يې لوستى او سره له دې، چې ايمان لري، چې الله د روزۍ ضامن دى، د هر كس او ناكس ور ته ولاړ وي او سره له دې، چې ايمان لري، چې الله له هر څه خبر دى، بيا هم نه شرمېږي او ګناه كوي؛ نو دا آيت د شرك ځينو مرتبو ته اشاره لري، چې د ايمان له ځينو مرتبو سره يوځاى كېداى شي او د اخلاقو د علم په اصطلاح ((خفي شرك يا پټ شرك)) ورته وايي. تردې آيت لاندې، چې له اهلبيتو كوم روايت راغلي، ددې آيت مصداقونه څرګندوي، چې د خورا پاملرنې او تدبير وړ دي. له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((له دې آيته مطلب، په اطاعت كې شرك دى، نه په عبادت كې. وګړي، چې كوم ګناهونه كوي، په اطاعت كې شرك دى؛ ځكه د شيطان يې منلي او ورپسې تللي دي او د الله په اطاعت كې يې، شيطان هم ورګډ كړى دى او دا ګناهونه، په عبادت كې شرك نه دى، چې پكې غير الله نمانځل كېږي)). له امام رضا رحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: ((له دې شركه منظور، هغه شرك دى، چې د كفر تر بريده ونه رسي.)) له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو بل روايت كې لولو: ((له دې شركه مطلب دادى، چې (؛ لكه) يو څوك ووايي: كه پلانى نه واى؛ نو هلاكېدم، كه پلانى نه واى؛ له ستونزې سره مخامخېدم او كورنۍ مې له لاسه وته، دغسې يو څوك الله تعالی ته په خپله واكمنۍ كې په شريك قايل شوى او دا شريك روزي رسان يا له ځانه د كړاوونو لرې كوونكى بولي)). د حديث راوي وايي، چې و مې ويل: كه ووايي: كه الله تعالی پلانى را رسولى نه واى؛ نو هلاكېدم، ايا دا هم شرك دى؟ امام وويل: ((دا ښه دي او پروا نه لري))[1028].

((قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ =))

108_ د توحيد لوړو څوكو ته بلونكي: الله تعالی په مخكې آيتونو كې دا ټكى ووايه، چې پوره ايمان او نږه توحيد، یوه مرغلره ده، چې په سختۍ ترلاسه كېږي او ډېرى مؤمنان هم دې پړاو ته نه وررسي؛ نو بيا خپل پېغمبر ته وايي، چې اعلان كړه، چې د الله تعالی لار او نږه توحيد ته بلنه له بصيرت او ليدانې سره مل ده او كه څوك غواړي دې لوړې څوكې ته ورسي، بايد د رسول الله (ص) بلنه ومني. په آيت كې پاموړ ټكى دا دى، چې الله تعالی ته د بلنې پېټى يوازې د پېغمبر پر اوږو نه؛ بلكې د لارويانو پر اوږو يې هم دى؛ البته هغه ته باید دا ستر او دروند پېټى وروړاندې شي، چې د پېغمبر په څېر له هر شركه پاك شوى او د پوهې، ليدانې او پر الله تعالی د يقين خاوند وي او چې څوك د لاروۍ ادعا لري، الله تعالی ته د بلنې ذمه وارېداى نشي؛ لكه چې په 106 آيت كې مو ولوستل، چې ((ډېرى يې، چې د ايمان مدعيان دي، مشرك دي)). له همدې لامله د اهل بيتو علیهم السلام په رواياتو كې لولو، چې له دې لارويانو مطلب، اميرالمؤمنين علي (ك) او ورپسې امامان دي[1029]؛ البته څرګنده ده، چې سپېڅلي امامان د پېغمبر(ص) د لارويانو څرګند مصداق دي، چې د آيت مانا پرې تطبيقېږي؛ كه نه د آيت مفهوم يوازې په دوى پورې ځانګړى نه دى.

سورة الرعد

د رعد سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت آريزه موخه، د قرآن حکیم د حقانيت جوتول، ددې اسماني كتاب معجزه توب او د رسول الله رسالت ته يې نښه توب دى او داچې مشركان يې د الله تعالی نښه او د رسول الله(ص) معجزه نه بولي او د پېغمبر جوړ كړى يې بولي؛ نو دا يوه دروغ او بې بنسټه ادعا ده. الله تعالی په دې سورت كې ددې موضوع جوتولو ته پر دوو مطالبو ټينګار كړى دى. لومړى، په هستۍ كې يې په خپلو نښو. دويم، د تېرو اقوامو تاريخ او دردناكه پايله يې، چې د حق نه منلو له لامله ورسره مخ شول. د الله تعالی ټول مخلوقات د الله تعالی د توحيد، وحدانيت او ايكي يو توب ښوونكي دي او د تېرو اقوامو حالات، د پېغمبرانو د نبوت د حقانيت څرګندوونكي دي او قرآن حکیم پر دواړو مطالبو تينګار كوي. توحيد د قرآن حکیم بنسټ او نچوړ دى او نبوت يې لازمه ده او له هستۍ او بشري تاريخ سره د قرآن حکیم همغږي، ددې اسماني كتاب پر حقانيت يو ټينګ دليل دى[1030].

((اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الأَمْرَ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاء رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ =))

2_ اسماني ستنې: په يو روايت كې راغلي، چې حسين بين خالد امام رضا رحمة الله علیه وپوښت: داچې الله تعالی د ذاريات سورت په اووم آيت كې وايي: ((قسم پر اسمان، چې لارې لري)) مانا يې څه ده؟ امام وويل: ((دا اسمان، ځمكې ته لارې لري)) حسين بن خالد وويل: له ځمكې سره به څرنګه ارتباطي لارې ولري؛ حال دا، الله تعالی وايي: اسمانونه بې ستنو دي؟! امام وويل: الله تعالی سپېڅلى او پاك دى، ايا الله تعالی نه وايي: بې ستنو چې يې وويني؟ حسين بن خالد وويل: هو. امام وويل: ((نو ستنې شته؛ خو تاسې يې نه وينئ.)) دا آيت هغه حديث ته په پامنيوي، چې په تفسير كې يې راغلى، له يوه حقيقته پرده لرې كوي، چې د آيتونو د نزول پرمهال هيچا ته څرګنده نه وه؛ ځكه پر هغه مهال د نړۍ پر علمي چاپېريال بطل مېوسي نظريه واكمنه وه، چې له مخې يې، اسمانونه د كراتو په بڼه د پياز د غوټې په څېر يو پر بل پراته وو او طبیعتاً يو يې هم راځوړند او بې ستنو نه و؛ خو بشر ډېر روسته رابرسېره كړه، چې دا نظريه يو مخې تېروتنه ده او واقعيت دا دى، چې اسماني كرات بې له دې، چې څه د ډډې وهلو ځاى ولري، هر يو په خپل مدار او كړۍ كې ځوړند او ثابت دي او ترمنځ يې د جاذبې او دافعې قواوو انډول پر خپل ځاى ثابت ساتلي دي، چې يوه يې ددې كراتو په كتلې پورې اړه لري او بله يې په حركت پورې اړوند ده. د جاذبې او دافعې دې انډول د يوې نه ليدوونكي ستنې په څېر، اسماني كرات په خپل ځاى كې ساتلي دي[1031].

((وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ= ))

4_ د بوټو په هكله دویم مهم ټكي: له (2_4) آيتونو چورلیځ، په ربوبيت كې توحيد دى؛ يعنې پردې سربېره، چې خدا هستي پنځولې، د چارو تدبير يې هم ورترغاړې دى؛ د بوتپالو د ګروهو پرخلاف، چې پنځونه يې د الله تعالی چار باله او تدبير يې په بوتانو پورې ورتړه[1032]. دا آيت مهم او ژور ټكي رانغاړي، چې په لنډو يې دوه ځايونه ته اشاره كېږي: ۱- د ځمكې پر مخ يو له بل سره نښتې بېلابېلې ټوټې شته، چې هره يوه ځانته ځانګړى جوړښت لري او هره يوه د ځانګړيو بوټي او مېوو (استعداد او) وړتيا لري، دا هره ټوته موظفه ده، چې يو بوټى راوټوكوي، چې د انسان له ګڼو اړتياوو، يوه اړتيا پوره كړي. ۲- دا ونې او شنيلي كله پر يوه ښاخ او كله پر دوو ښاخونو راټوكېږي. صنوان په آر كې د هغه ښاخ پر مانا دی، چې د ونې له ډډه راووځي؛ نوځكه صنوان د بې شمېره ښاخونو پر مانا ده، چې له يوه ډډه راووځي. په زړه پورې خو داچې كله دا هر يو ښاخ ځانګړې مېوه نيسي. شونې ده، دا غونډله د پيوندولو لپاره د ونو استعداد ته اشاره وي، چې پر يو ډډ څو پيوندونه وهي او هر يو وده كوي او ځانګړې مېوه نيسي[1033].

((وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ الْمَثُلاَتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ =))

6_ د رحمت پرځای د الله تعالی د عذاب غوښتنه: دا غوښتنه يې (معذ الله) پر پېغمبر د ملنډو په پار وكړه. په واقع كې چې کافرانو د الهي عذاب په اړه د رسول الله(ص) ګواښونه واورېدل، په دې ګومان، چې پر پېغمبر يې ملنډې وهلې وي، عذاب يې وغوښت. الله تعالی په دې آيت كې په هېښنې وايي، چې دا څه غوښتنه ده، حال دا لومړى پر تېرو اقوامو د عبرتناكو عذابونو له راكېووتو خبر دی؛ دويم الله تعالی خو پر خلكو لوراند دى او سمه خو داده، چې بښنه او لورنه ترې وغواړي، نه عذاب[1034].

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ =))

7_پېغمبر، د شريعت بنسټګر او امام يې پاسوال دى: انذار، ډارول او ګواښنګري ددې لپاره ده، چې بېلاري له بېلارېتوبه سمې لارې ته راواوړي؛ خو هدايت او ښيون ددې لپاره دى، چې خلك پر الهي صراط المستقيم پر مخ بوځي. په حقيقت كې ((ګواښنګرى)) رادبره كوونكى دى او ((هادي؛ لارښود)) پاسوال او مخې ته بوتلوونكى. موږ دې دواړو ته، ((رسول)) او ((امام)) وايو. رسول شريعت رادبره كوي او امام د شريعت پاسوال او ساتندوى دى. له رسول الله(ص) نه ګڼ شمېر رارسېدلي روايات دا تفسير پوره تاييدوي. د بېلګې په توګه، له حضرت ابن عباس (رض) نه په يو روايت كې لولو، چې دا آيت نازل شو؛ نو پېغمبر خپل لاس پر سينه كېښود او و یې ويل: ((زه ګواښنګرى يم)) بيا يې علي ته اشاره وكړه او و یې ويل: ((ته لارښود يې، تر ما روسته په تا هدايت موندوونكي هدايت مومي))[1035].

((لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ= ))

11_ غير مادي پاسوالان: د آيت ظاهر څرګندوي، چې الله تعالی يوې ډلې پرښتو ته دنده وركړې، چې شپه او ورځ په نوبت انسان ته ورشي او له مخې او شا يې پاسوالې وي. ښايي موږ ټولو په ژوند كې دا حس كړي وي، چې ډېرو وختونو كې موږ يا خپلوان مو معجزه ډولي قوت له خطر ناكو پېښو ساتلي يو. مسلماً منو، چې دا تصادف نه دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((يعنې انسان د الله تعالی په حكم ساتي، چې په څاه كې ونه لوېږي يا دېوال پرې راولوېږي، يا يې كومه پېښه مخې ته ورشي، تردې چې (الهي) هرومرو تقدير راورسي. په دې وخت كې يې الهي تقدير ته ورپرېږدي او ورسپاري، دا دوه پرښتې دي، چې انسان د شپې ساتي او دوه پرښتې دي، چې د ورځې په نوبت پردې دنده لګيا دي[1036])).

11_ په خپلې وګړنۍ او ټولنيزې نېكمرغۍ كې د انسان ونډه: ددې آيت په څېر، د قرآن حکیم ډېرى آيتونه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د انسان ښې او بدې كړنې يې پر ژوند نېغ اغېز لري. تردې آيت لاندې له امام سجاد رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((هغه ګناهونه، چې نعمت اړوي دا دي: پر خلكو ظلم، د ښو عاداتونو له منځه تلل او د نعمت ناشكري. دا هماغه دي، چې الله تعالی یې په اړه ويلي: ان الله لا يغير مابقوم. . . . .))[1037]. امام صادق رحمة الله علیه وايي، چې پلار مې وويل: ((د الله تعالی حتمي قضا داده، چې بندګانو ته كوم نعمت وركړي، تر هغه يې ترې نه اخلي، چې داسې ګناهونه وكړي، چې د ناوړې بدلې وړ وګرځي)) دا آيت، د اسلام يو ټولنيز آر دغسې څرګندوي، چې د يوې ټولنې په بريا، ماتې، بدمرغۍ او نېكمرغۍ كې خورا مهم آر، پخپله د ټولنې خلك دي او بهرني لاملونه په ورپسې پړاوونو كې دي[1038].

((وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلاَئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاء وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ =))

13_ د تالندې ستاينه: دا تعبير راښيي، دا اسماني ښكارنده، يوه ساده موضوع نه ده؛ بلكې د الله تعالی د پوهې او ځواك ښكارندوى ده؛ ځكه تسبيح له هرې نيمګړتيا د سوچه ګڼلو پر مانا ده او حمد د الله تعالی ستاينې پر مانا ده. په دې توګه، د تالندې غرار، د الله تعالی له جمال او جلاله خبرې كوي. دا خبره شونې ده، د حال پر ژبه وي؛ لكه چې يوه مهمه اختراع، د مخترع له پوهې خبرې كوي او ستايي يې، يا شونې ده، د قال په ژبه وي؛ لكه چې ځينو مفسرانو ويلي دي، چې د هستۍ ټولې ذرې هر يو عقل او شعور لري او تسبيح او حمد يې د عقل، شعور او درك له مخې وي[1039].

((لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَيْءٍ إِلاَّ كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاء لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاء الْكَافِرِينَ إِلاَّ فِي ضَلاَلٍ =))

14_ د حق بلنه: دعوت او دعا – چې په عربي كې په يوې مانا دي – په دې مانا دي، چې دعا كوونكى د هغه نظر ځان ته راواړوي، چې ترې يې غواړي. څرګنده ده، چې هغه حقيقي او واقعي دعا ده، چې لومړى له هغه چې غوښتل كېږي، دعا واوري او دويم داچې ځواب يې وركړاى شي او د دعاكوونكي غوښتنه پوره كړي. دا دواړه صفتونه د الله تعالی له صفاتو دي؛ نه د هغو څيزونو صفات، چې مشركانو نمانځل؛ لكه بوتان، ستوري او. . . . . . نو الله تعالی ته دعا كول، دعا او حق بلنه ده؛ خو د غير الله دعا، يوه باطله بلنه ده. له همدې لامله، الله تعالی په يو ښكلي مثال پوهوي، چې دغسې باطله دعا، د دعا تقليد او لاروى ده او نه دعا؛ لكه د تږي په څېر، چې له اوبو لرې ولاړ دى او خولې ته تشه لپه وړي او د اوبو څښلو پېښې كوي. څرګنده ده، چې دا به هېڅكله خړوب نشي. په همدې توګه، څوك چې غير الله رابولي، بيخي به يې غوښتنه پوره نشي او يوازې يې د دعا كولو پېښې كړې دي[1040].

((وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ =))

15_ د موجوداتو سجده: په داسې ځايونو كې سجده د خضوع او د تواضع د روستۍ درجې او غاړې ايښوولو پر مانا ده؛ يعنې ټولې پرښتې، انسانان او عقلمن او اندمن، الله تعالی ته متواضع دي او حكم ته يې غاړه ايښې ده. البته د يوې ډلې سجده او خضوع يې يوازې ((تكويني)) اړخ لري؛ يعنې د هستۍ قوانينو ته يې غاړه ايښې ده. لكه همداچې وينو د ګردو موجوداتو تنې او ساه، د مرګ، ژوند، ودې، روغتيا او رنځورۍ قوانينو ته غاړه ايښې، چې دا يې له لوري يو ډول ((تكويني سجود)) دى؛ خو بله ډله پر ((تكويني سجدې)) سربېره، تشريعي سجده هم لري؛ يعنې پخپلې خوښې او ارادې الله تعالی ته سجده كوي[1041].

((أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ =))

17_ د حق او باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه: په دې مانا ډكې بېلګې كې، چې په انډولو الفاظو او عباراتو ويل شوې او د حق و باطل منظره يې په ښه بڼه انځور كړې، ډېر حقايق پكې پراته دي، چې دلته درېيو ټكيو ته اشاره كېږي: ۱- ((فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست)): پوهېږو، چې پر رڼو اوبو ډېر لږ ځګ ښكاري؛ ځكه ځګ هله راپيدا كېږي، چې اوبه له بهرنيو اجسامو سره ګډې شي. له دې ځايه روښانېږي كه حق پخپلې آريزې پاكۍ پاتې شي؛ نو په شاوخوا كې يې باطل ځګونه نه راښكاره كېږي؛ خو چې حق له ككړو چاپېريالونو سره په مخامخېدو د چاپېريال رنګ واخست او حقيقت له خرافې، سم و ناسم، پاكۍ او ناپاكۍ سره ګډوډ شو، ترڅنګ يې باطل ځګونه راښكاره كېږي. داهماغه څه دي، چې علي کرم الله وجهه يې په اړه ويلي دي: ((كه باطل له حق سره نه ورګډېده؛ نو حق لټوونكيو ته نه پټېده اوكه حق په باطل نه پوښل کېده؛ نو د ښمنانو چټي خولې ترې پرې کېدې ۲- ((فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا؛ او په هره دره او خوړ كې يې د وړتيا هومره نېز وبهېد)) له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د الهي فيض و بركت په سرچينه كې، هېڅ ډول كنجوسي، محدوديت او ممنوعيت نشته؛ لكه چې پر هر ځاى د اسمان ورېځې بې شرطه ورېږي او دا د ځمكې ټوټې او درې دي، چې هر يو د خپل وجود د پراخوالي هومره ترې ګټه اخلي. د کوشنۍ ځمكې، ګټه لږه او د پراخې ځمكې، برخه ډېره ده. دغسې د الله تعالی د فيض او بركت پروړاندې د بنيادمو زړونه هم دي. ۳- ((وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا نږه فلز] په ځمكه كې تمېږي)) لكه چې له اوبو او ځكه يې او د ويلو فلزاتو او ځګونو يې، رڼې اوبه او نږه فلز پاتېږي، انسانان، ډلې، ښوونځي او كړنلارې هم څومره، چې ګټورې وي، د پاينې او ژوند حق لري. كه وينو، كوم يو باطل انسان يا ښوونځى پاتېږي، د هغه هومره حق په پار دى، چې په ځان كې يې راګډ كړى دى[1042].

((وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ =))

21_ هغه اړيكې، چې الله تعالی یې د ټينګېدو امر كړى دى: دا غونډله عموميت لري او منظور ترې، هره اړيكه ده، چې الله تعالی یې د ټينګېدو امر كړى، چې مشهوره يې ((صله رحم)) خپلوي پالنه او زړه سوى دى، چې الله تعالی په ټينګار د نساء سورت په لومړى آيت كې ويلي: ((له خپلوانو سره د اړيكې له پرې كولو ډډه وكړئ)) البته لكه چې ومو ويل، دا آيت عموميت لري؛ نو له همدې لامله، په ډېرو رواياتو كې، له امامانو سره اړيكه ددې اړيكو يو مهم مصداق هم دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې راغلي: ((ددې آيت يوه مانا، له خپلوانو سره اړيكه ده؛ خو ډېر اوچت مصداق يې دا دى، چې له موږ سره دې اړيكه وي[1043])).

21_ په قيامت كې ناوړه حساب اخستنه: مفسران د ناوړه حساب اخستو په هكله ډول ډول تعبيرونه لري. ځينې ګروهن دي، چې مطلب ترې، دقيقه حساب اخستنه ده، چې ډېر لږ څه هم ور پرېنښوول شي؛ ځكه دا سمه نه ده، چې ناوړه حساب اخستنه د الله تعالی ظلم مانا كړو. له امام صادق رحمة الله علیه چې كوم روايت راغلى، دا تفسير تاييدوي. په دې روايت كې لولو، چې امام خپل يو يار ته وويل: ((ولې پلانى درنه شكايت لري؟)) و یې ويل: شكايت يې له دې لامله دى، چې ما ترې خپل ټول حق واخست. چې امام دا خبره واورېده، غوسناك كېناست او و یې ويل: ((ته وا انګېرې، كه تر روستي پړاوه دې حق واخلې، بدي به دې نه وي كړي؟! ايا د الله تعالی خبره دې ليدلې نه ده، چې وايي: ((او د قيامت د ورځې له ناوړه حساب اخستو ډارېږي))؟ ايا انګېرې، چې هغوى (عقلمن) له دې ډارېږي، چې الله تعالی (په قيامت كې) پرې ظلم كوي؟ نه پر الله تعالی قسم، له دې ډارېږي، چې الله تعالی په ځير او تر روستي پړاوه حساب ورسره وكړي. الله تعالی پردې د ناوړه حساب اخستو نوم ايښى دى؛ نوځكه څوك چې په حساب اخستو كې ځيرنه او سخت ګيري وكړي؛ نو ناوړه حساب اخستنه يې كړې ده))[1044].

((وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُوْلَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ =))

22_ په نېكيو د بديو له منځه وړل: له دې غونډلې مطلب دادى، كه عقلمن له بدچار سره مخ شي؛ نو په ښه كار يې له منځه وړي، كه دا بدي يې پخپله كړې وي او که نورو. كه خپله يې كړې وي، توبه كاږي او ښه چار كوي، چې د بدۍ ځاى ونيسي او كه نور يې په حق كې څه ظلم که بدي وكړي، په بښنې او تېرېدنې يې پوره كوي يا په ښه سړيتوب له بديو منع كوي[1045]. په اسلامي احاديثو كې هم دواړو حالاتو ته اشاره شوې ده. له رسول الله (ص) په يو روايت كې لولو: ((چې بد چار دې وكړ، ورپسې ښه چار وكړه، چې له منځه يې يوسې)) له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې راغلي: ((رور دې په نېكۍ كولو ټپسورى كړه او زيان يې پر وركړې او بخشش ورستون كړه))[1046].

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ =))

28_ د زړه ډاډ: دا څرګنده ده، چې په ژوند كې د انسان ټوله هڅه نېكمرغۍ ته د ور رسېدو لپاره ده او له دې ډارېږي، چې له بدمرغۍ او بې برخېتوب سره مخ نشي او انسان په دې لار كې هر ډول هڅه كوي او هر څه ته لاس ور اچوي. په نړۍ كې هر لامل او هر څيز له يوه اړخه ګټور او كارسازى دى او له بل اړخ له منځه تلونكى دى؛ لكه شتمني، مقام، اولاد، مېرمن او. . . . . په رښتینه كې پردې وزليو پر يوې هم زړه تړلاى نشو؛ خو چې څوك الله تعالی وپېژني او يقين وكړي، چې ګردې خير ښېګڼې يې په واك كې دي او د مؤمنانو پالندوى دى او نېكمرغۍ ته يې رسوي؛ نو خپګان، غم او اندېښمني نه لري، زړه يې پوره ډاډمن وي، چې دا يو نانټی (نه انكارېدونكى) حقيقت دى. چاچې پر ((غير الله)) ډډه وهلې او له دې حقيقته يې غفلت كړى وي؛ نو كه يو شېبه راياده كړي، چې څه پايښتى شتون يې خوشې كړى او پر ناپايښتي شتون يې ډډه وهلې؛ نو اندېښمني او پرېشاني به يې ټول وجود راونغاړي[1047].

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ =))

29_ د ايمان او تقوى په سيوري كې غوره ژوند: نعمتونه هله خوندور دي، چې د ژوند د خوشحالۍ لامل وي او چې داسې وي، انسان پرې ارامي مومي. كه انسان غوره نعمتونه ولري؛ خو ارامي نه لري؛ نو خوندور به ورته نه وي. دا ارامي (چې سوتره توب او د ژوند خوند ورپورې تړلى دى) يوازې د ايمان سيورى او د ښو كړنو په كولو كې ترلاسه كېږي. هو! د چاچې تل الله تعالی ياد وي، چې څه يې مخې ته ورځي، څه ډار نلري؛ ځكه پوهېږي، الله تعالی يې پالندوى دى او څه چې ورپېښېږي، الهي تقدير او د بنده يې خير دى؛ نو كه څه وركړي، خير يې دى او كه څه ترې واخلي، بيا يې هم خير دى؛ نوځكه ټول ژوند ورخوندور دى او پايله به يې هم غوره پايله وي. الله تعالی دا خوندور ژوند د نحل په 97 آيت كې په بله وينا ياد كړى دى: ((هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند، (حقيقي) ژوندون وركړو او هرومرو به ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.)) ددې ژوند پروړاندې، چې څوك يې له ياده مخ اړوي، په اړه يې د طه په 24 آيت كې وايي: ((او چاچې زما له ياده مخ واړاوه؛ نو ژوند به يې (سخت او) تنګ شي او د قيامت پر ورځ يې ړوند راپاڅوو[1048].))

((وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَل لِّلّهِ الأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَن لَّوْ يَشَاء اللّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلاَ يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُواْ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُواْ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِّن دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ =))

31_ له ځیلي كافرانو نهيلي: له دې آيته او ددې سورت له نورو آيتونو ګټنه كېږي: داچې مؤمنانو د كافرانو له خولې واورېدل، چې ((ولې يې له پالوونكي ((بې له قرآن حکیمه)) كوم آيت يا معجزه ورباندې نازله شوې نه ده؟!))؛ نو هيلمن شول، كه الله تعالی بې له قرآن حکیمه معجزه نازل كړي؛ نو كافران هدايت کېږي. له همدې لامله يې له رسول الله وغوښتل، چې د كافرانو دا غوښتنه ومني؛ خو الله تعالی په دې آيت كې مؤمنانو ته اعلان كړه، چې ((كه په قرآن حکیم، غرونه روان شي يا ځمكه ټوټه ټوټه شي يا مړي پرې خبرې وكړي، (بيا به هم كافران د خپل ځېل او تكبر له لامله ايمان رانه وړي))) او په دې توګه يې مؤمنان د ځېلي كافرانو له ايمان راوړو بيخي نهيلي كړل[1049].

31_ د مكې او چاپېريال پر كافرانو د ځپنده عذاب راکېوتل: دا آيت، كافران غوڅ ګواښي او د عذاب ژمنه وركوي؛ هغه عذاب، چې نښې او سريزې يې يو په بل پسې راڅرګندېږي، څو خپله عذاب راورسي. علامه طباطبايي ددې آيت په تفسير كې وايي: په دې آيت كې له كافرانو مطلب، د صدر اسلام كافران دي؛ كه د مكې كافران وي که دباندې، چې د اسلام او رسول الله پروړاندې يې له دښمنۍ، فتنې او فساده د ذرې هومره لنډون كړى نه دى. بيا دا آيت يې، پر دوو برخو ويشي: لومړۍ ډله، هغه كافران دي، چې ځپنده پېښې پرې راكېوتې. له دې ډلې مطب، له مكې بهر كافران دي، چې جګړو، وژنو او لوټ له پښو راوغورځول. دويمه ډله، هغه كافران دي، چې كورونو ته يې ورنژدې ځپنده پېښې راكوزې شوې. له دې ډلې مراد، د مكې كافران دي، چې د ښار په شاوخوا كې به يې پېښې رامخې ته كېدې او لوګي به يې سترګې ورسېځلې، غم او ناوړو اغېزو يې خوب تښتولى او د خوراك څښاك اشتها يې ترې وړې وه. د الله تعالی د روستۍ ژمنې منظور هم، په تورو عذاب دى، چې كافران يې په بدر غزا او نورو كې راونغاړل[1050].

((وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ الأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللّهَ وَلا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ= ))

36_ د بعثت په پيل كې د اسلام پروړاندې د كتابيانو رغنده دريځ: له دې وګړيو مراد، يهوديان، مسيحيان يا دا دواړه له مجوسيانو سره دي. تاريخ ښيي، يهوديان د بعثت په پيل او مخكې ترې له رسول الله سره دومره دښمني او ځېل نه درلود، چې تر هجرت روسته يې ورسره وكړه او د دښمنۍ غټه برخه يې مدينې ته تر هجرت روسته را پيدا شوه. ان د هجرت په لومړيو كې، يو شمېر يهوديانو ايمان راووړ او د رسول الله پر نبوت يې ګواهي وركړه. همدغسې په هغه پېر كې يو شمېر مسيحيان؛ – لكه د حبشې مسيحيان- پر حق دين وو او له اسلام سره يې هېڅ مخالفت ونكړ او ډېرو يې اسلام ومانه، همداراز په هغې زمانې كې مجوسيان د يو ژغورندوى راښكاره كېدو ته سترګې پر لار وو، چې حق او عدل به خوروي او دوى د مشركانو په څېر له اسلام او حق سره كينه نه كوله. په دې درېيو ډلو كې، دويمه ډله؛ يعنې حق پالي مسيحيان – لكه نجاشي او ياران يې- ددې آيت تر ډېرې پاملرنې لاندې دي[1051].

36_ ګوندونه او ډلې: له دې ډلو مراد، د كتابيانو هغه كسان دي، چې هغه آيتونه نه مني، چې له باطلو ګروهو سره يې اړخ نه لګوي؛ لكه هغه آيتونه، چې الله ايكي يو بولي. تثليث، درې ګوني توب (درې الله تعالی توبه) او د كتابيانو نورې اړول شوې ګروهې او احكام ردوي[1052].

((يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ =))

39_ ام الكتاب: دا آيت يو ټوليز او عمومي قانون څرګندوي، چې په اسلامي رواياتو كې هم اشاره ورته شوې، داچې د نړۍ د موجوداتو او بېلابېلو پېښو پلي كېدل دوه پړاوونه لري: يو، پرېكنده پړاو دى، چې بيخي بدلون پكې راتلاى نشي او په دې آيت كې پر ((ام الكتاب)) تعبير شوى دى؛ بل مشروط او ناپرېكنده پړاو دى، چې بدلون پكې راتلاى شي او دې ته د ((محو او اثبات)) پړاو وايي. كله دې دواړو ته ((لوح محفوظ)) او د ((محو او اثبات لوح)) هم وايي. ته وا له دوى په يوه كې، چې څه پكې كښل شوي، بيخي پكې ادلون بدلون نه راځي؛ خو شونې ده، په بل لوح كې يو څيز وكښل شي او بيا لرې او محو شي او پرځای بل څه وليكل شي. حقيقت دادى، چې كله يوه پېښه له وزلو او نيمګړو علتونو سره يې په پام كې نيسو؛ لكه زهر په پام كې نيسو، چې انسان وژني، وايو چې څوك يې وخوري مري؛ له دې ناخبره، چې دا زهر يو ((زهر ضد)) هم لري، كه پرمهال يې وخوري اغېز يې له منځه وړي او خنثى كوي. دلته دا پېښه؛ يعنې د زهر خوړو له لامله مرګ، پرېكنده اړخ نلري او ځاى يې د ((محو او اثبات لوح)) دى، چې نورو پېښو ته په پامنيوي، ادلون بدلون پكې راتلاى شي؛ خو كه داسې پېښه په پام كې ونيسو، چې ټول علتونه او شرايط يې پوره او خنډونه يې له منځه تللي وي؛ نو دا يوه پرېكنده پېښه ده او ځاى يې په ((لوح محفوظ)) او ((ام الكتاب)) كې دى. په دې څرګندنه، په دې اړه ډېرى پوښتنې ځوابېږي. د قرآن حکیم په ځينو آيتونو او همداراز په رواياتو كې لولو، چې پلانی كار د پلاني اغېز او پايلې لاملېږي؛ خو كله دغسې يوه پايله نه وينو؛ ځكه د هغې پايلې پلي كېدل، شرايط يا خنډونه درلودل، چې د شرط د نشتوالي له لامله يا د خنډ د شتون له لامله عملي نشوه. همدغسې د لوح محفوظ، لوح محو و اثبات د پېغمبرانو او امامانو د علم په برخو كې، چې ډېر روايات راغلي، د مخكې توضيح په پامنيوي سره پوره څرګندېږي. د بېلګې په توګه له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه روايت شوى، چې رسول الله (ص) يې ددې آيت په اړه وپوښت. رسول الله وويل: ((زه ددې آيت په تفسير ستا او تر ځان روسته امت سترګې روښانوم؛ په سمه توګه له اړمنو سره مرسته، له مورو پلار سره ښه كول او د هر ښه چار كول، بدمرغي پر نېكمرغۍ اړوي، عمر اوږدوي او د خطرونو مخه نيسي)) له دې حديثه پوهېږو، چې نېكمرغي او بدمرغي يو حتمى چار نه دى. ان كه څوك د خورا بدمرغو انسانانو په ليكه كې وي، د خپل چلن په اړولو، خير ښېګڼو ته پر مخ كولو، په تېره د الله تعالی له مخلوق سره په مرسته، خپل برخليك اړولاى شي؛ ځكه ددې چارو ځاى، د ((محو او اثبات لوح)) دى او نه ام الكتاب؛ البته دا حديث د آيت يو مصداق ښوول شوى، چې په څرګند مثال مطرح شوى دى[1053].

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ =))

43_ امامان؛ قرآن حکیم پوهان: لكه چې ددې سورت په پيل كې وويل شو، چې ددې سورت آريزه موخه، د قرآن حکیم د حقانيت جوتول دي. الله تعالی هم ددې سورت په روستي آيت كې همدا موخه راخستې او د پېغمبر د رسالت ګواه دى. همدغسې هغه چې قرآن حکیم يې زده كړی او تخصص يې پكې موندلى، لېینه (ګواهي) وركوي، چې قرآن حکیم د الله تعالی له لوري دى او پېغمبر يې استازى دى. د اهلبيتو په ډېرى رواياتو كې ((او څوك چې د كتاب پوهه (او پر قرآن حکیم پوهېدنه) ورسره ده،)) علي (ك) او ورپسې امامان ګڼل شوي دي؛ ځكه دوى پر قرآن حکیم خورا ښه پوهېږي او له ټولو خوالو يې خبر دي[1054].

سورة ابراهيم

د ابراهيم سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د ګروهو، ورمونو (پندونو)، ويناوو، د تېرو اقوامو د عبرتناكو حالاتو، د پېغمبرانو د رسالت او د آسماني كتابونو د نزول د موخو د څرګندولو يوه ټولګه ده[1055].

((الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ =))

1_ رسول الله؛ د قرآن حکیم پلى كوونكى: ددې آيت له مهمو ټكيو ځنې، دا وينا ده، چې ((موږ قرآن حکیم درنازل كړى، چې خلك له تيارو ځنې رڼا ته راباسې))؛ يعنې كه څه قرآن حکیم مجيد د بشر د لارښوونې او ژغورنې كتاب دى؛ خو پلي كولو او اجرا كوونكي ته اړتيا لري. بايد د پېغمبر په څېر يو مشر وي، چې په قرآن حکیم د حقيقت د لارې، بېلاري د بدمرغۍ له تيارو د نېكمرغۍ رڼا ته هدايت كړي؛ نوځكه ان قرآن حکیم به په دې عظمت هم، بې د مشر، لارښود او پلي كوونكي له شتونه، ټولې ستونزې هوارې كړاى نشي[1056].

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =))

4_ پېغمبرانو د خپلو اقوامو په دوديزه ژبه بلنه كوله: پېغمبرانو په لومړۍ درجه كې له خپل قوم (؛ يعنې له هماغه ولسه، چې ترې راپاڅېدلى و،) سره اړیکه درلوده. پر ولس د پېغمبرانو د وحې وړانګې لګېدې او له همدوى يې لومړني ياران او ملاتړي وه؛ نوځكه بايد هر پېغمبر د خپل قوم په ژبه خبرې وكړي، چې حقايق په ډاګه ورڅرګند كړي. همداراز له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د پېغمبرانو بلنه، يوه خارق العاده بلنه نه وه، چې خلك معجزه ډولي له بېلارۍ وژغوري او هدايت يې كړي؛ بلكې پېغمبرانو يوازې دنده درلوده، چې په ولس كې له خلكو سره په دوديزه ژبه وګړېږي او الهي بلنه ورتشريح كړي او تردې هاخوا؛ يعنې د خپل هدايت او بېلارېتوب، په پېغمبرانو پورې اړه نه لري او دا الله تعالی دى، چې ددې په پامنیوي، چې خلك د پېغمبرانو بلنه مني که نه مني هر يو يې په مناسبه توګه هدايتوي يا بېلارې كوي[1057].

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ= ))

5_ د الله تعالی ورځې: ښكاره ده، چې ټولې ورځې او وختونه د الله تعالی لپاره دي؛ خو د ((ايام الله؛ د الله تعالی ورځې)) تعبير د ځانګړو ورځو ښوونكى دى، چې د هغو پېښو په پار، چې پكې پېښېږي يا به پېښې شي، د الله تعالی سلطنت او چار داسې ښكاره كېږي، چې په نورو ورځو كې دغسې ښكاره كېدنه نلري؛ لكه د مرګ ورځ، چې اخروي سلطنت ښكاره كېږي او د نيوي اسباب بې اغېزې كېږي، يا د قيامت ورځ، چې هېڅوك په خپله خوښه او اراده بل ته څه چار كړاى نشي او ټولې چارې د الله تعالی په واك كې وي؛ يا هغه ورځې، چې الله تعالی پكې د نوح، عاد، ثمود او. . . قومونه هلاك كړل او خپله غوسه، لاسبري او سلطه يې ښكاره كړه؛ يا هغه ورځې، چې ځينې پېغمبران او لارويان يې په ځانګړې لورنې وژغورل؛ لكه هغه ورځ، چې نوح علیه السلام او ملګري يې له توپانه وژغورل يا يې پر ابراهيم علیه السلام اور، ګلستان كړ يا موسى علیه السلام او قوم يې له سمندره پورې ايستل او د فرعونيانو له شره يې وژغورل. د اهل بيتو په رواياتو كې هم ((ايام الله)) ته ډېر مصاديق ياد شوي، چې خورا څرګند يې د حضرت مهدي د راښكاره كېدو ورځ ده[1058].

((وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ =))

7_ د شكر حقيقت: بېشكه الله تعالی د راكړيو نعمتونو په بدل كې زموږ شكر ته اړتيا نلري او كه د شكر ايستو سپارښتنه يې كړې؛ نو د نعمتونو ډېرولو ته يې كړې ده. مهمه داده، چې د شكر پر حقيقت پوه شو، چې د نعمت له ډېرښت سره يې اړيكه څرګنده شي او څرنګه پخپله يو روزنيز لاملېداى شي. د شكر حقيقت، د ((الحمدلله)) په څېر يوازې ژبنۍ مننه او تشكر نه دى؛ بلكې شكر درې پړاوونه لري: ړومبى داچې ځيرنه وكړو، چې څوك نعمت وركوونكى دى، چې ورپام كړو. دويم پړاو، ژبنى شكر دى. درېيم پړاو، چې تر ټولو خورا مهم دى، عملي شكر دى؛ يعنې داچې سم فكر وكړو، چې هر نعمت څه موخې ته راكړل شوى، چې په هماغه خپل ځای كې يې وكاروو، چې كه داسې و نه كړو؛ نو د نعمت ناشكري او نامنندوينه به مو كړې وي. هو! كه د سترګو نعمت د الهي نښو د ليدو په لار كې، د غوږونو نعمت د الله تعالی د آيتونو د اورېدو په لار كې، د عقل نعمت د هستۍ د پنځوونكي د پېژندو په لار كې او په ټوليز ډول هر نعمت په هماغه خپل بهير او ځاى كې ولګوو؛ نو د الله تعالی مننه او پاسلنه به مو كړې وي؛ خو كه همدا نعمتونه د سرغړونې، ځانپالۍ، پېسمنې، ښاڅمنۍ (غرور)، غفلت او له خدايه د پرديتوپ وزله وي؛ نو جوته ده چې د نعمت کفران او ناشکري مو کړې كه څه تل په خوله د الله تعالی شكر وباسو. امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((ډېر لږ شكر دادى، چې نعمت له خدايه وګڼې، بې له دې چې الله تعالی هېر كړې او زړه دې چور لټ پر نعمت بوخت كړې او چې څه الله تعالی دركړي، پرې راضي او خوښ وسې او د سرغړونې وزله يې نه كړې او له نعمتونو يې په ګټنې د الله تعالی له ((امر و نهې)) سره مخالفت ونكړې)). له دې ځايه څرګندېږي، چې ځواک، ځواك، پوهې، اندیز ځواك، ټولنيز نفوذ، شتمنۍ او روغتيا ته د شكر ايستو دود كوم دى او كفران يې څرنګه دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((د نعمت شكر، له ګناهونو ډډه كول دي)). همداراز له دې ځايه د شكر او د نعمت د ډېرښت اړيكه څرګندېږي. كه انسانان د الله تعالی نعمتونه د نعمت په واقعي موضوع كې سم ولګوي. په عمل كې جوتوي، چې ددې نعمتونو لياقت او وړتيا لري او دا يې لاملېږي، چې بركتونه او نعمتونه يې ډېر شي[1059]. ددې ډلې پروړاندې نالايق وګړي شته، چې ان كوم نعمتونه، چې لري، ورته زيات دي؛ دا خو لاڅه چې نعمتونه پرې ورزيات شي[1060].

((قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَـمًّى قَالُواْ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ=))

10_ د دنيا او آخرت نېكمرغي؛ د پېغمبرانو علیه السلام د بعثت موخه: ((هغه مو رابولي، چې يوه برخه ګناهونه مو وبښي او تر ټاكلې مودې مهلت دركړي)). دا لنډه غونډله د پېغمبرانو د رالېږلو موخه څرګندوي. توضيح داچې د الله تعالی قانون دا دى، چې هر موجود، خپل مطلوب كمال ته ورسوي او انسان هم په دې قانون كې شامل دى؛ خو په دې نړۍ كې د انسان ژوند او كمال نه محدودېږي؛ بلكې هغه تلپاتې ژوند او نا محدود كمال ته د ورسېدو شونتيا لري؛ خو كه په نړۍ كې خوشې پرېښوول شي، پر ځاني غوښتنو اخته كېږي او په پايله كې سرغړاندي كوي او د دوو عذابونو مستحقېږي: لومړى، هغه عذاب، چې په همدې نړۍ كې به پرې راكېووځي او اجازه به ورنكړي، چې عادي او پاكيزه ژوند به ولري او تر ټاكلې مودې وړاندې به يې له نړۍ بوځي (؛ لكه په تېرو اقوامو، چې عذابونه راکېوتي وو)؛ دويم، هغه عذاب دى، چې په آخرت كې به يې د ګناهونو په پار له غاړو راتاو شي او د تلپاتې نېكمرغۍ خنډ به يې شي؛ البته الله تعالی په دې پار، چې انسان مطلوب كمال ته ورسوي، پېغمبران يې رالېږلي او نېكمرغۍ ته د ورسېدو لپاره يې لار او دود ورښوولى دى؛ نو په پېغمبرانو پسې تلل، دوې ګټې لري: يوه، دنیوي ګټه، چې دا آيت يې په اړه وايي: ((وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى)) (تر ټاكلې مودې مو پرېږدي او له دنیوي نعمتونو د ګټنې شونتيا درپېرزو كړي)؛ دويمه، اُخروي ګټه ده، چې په اړه يې وايي: (() لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ)) (چې ستاسې د لاروۍ په پار، ګناهونه مو وبښي او په اخروي عذاب كې را و نه نغاړل شئ او تلپاتې نېكمرغۍ ته ورسئ)[1061].

((مِّن وَرَآئِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِن مَّاء صَدِيدٍ =))

16_ بدبويه چټلې اوبه: تردې آيت لاندې له رسول الله (ص) نه روايت شوى دى: ((دوزخي ته بدبويه چټلې اوبه وروړي؛ خو ځان شاته كوي. بيا يې ښه ورنژدې كوي، چې بدن يې له تودوخې ورتېږي، د سر پوټكى يې را ايستل كېږي، چې څښي یې، دننه يې ګړوبېږي او دباندې ترې ووځي. په اړه يې الله تعالی په قرآن حکیم كې ويلي: ((خوټېدلې اوبه په زور ورڅښل كېږي او دننه يې ګړوبېږي)) همدغسې يې ويلي: ((او كه اوبه وغواړي؛ نو داسې اوبه ورته راوړي، چې د ويلي فلز په څېر يې مخونه وريتوي))[1062].

((مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لاَّ يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُواْ عَلَى شَيْءٍ ذَلِكَ هُوَ الضَّلاَلُ الْبَعِيدُ =))

18_ د نېكچاريو او نامسلمانو مخترعانو بدله: له دې آيته او د قرآن حکیم له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې د كافرانو او د هغوى كړنې، چې توحيدي ايمان او ګروهه نلري، كه څه په ظاهره ښه وي؛ خو الله تعالی ته څه ارزښت نه لري [ځكه كه د انسان بدن له ونې سره ورته وبولو، ګروهې د ونې جرړه او د انسان كړنې د ونې ښاخونه او پاڼې دي. په كافرانو كې، د ونې بيخ روست شوى دی ان كه په ظاهره ښكلې او ټينګه وي؛ خو بيخ او جرړه نه لري او پرڅه ارزښت ورته قايلېداى نشو]. دلته مهمه پوښتنه مطرحېږي، چې د هغو كافرانو پايله او برخليك به څه وي، چې عمر يې د خلكو په چوپړ او نېكچارۍ كې تېر كړى وي؟ په ځواب كې وايو، چې دا ډول وګړي له دوو حالاتو وتلي نه دي؛ يا يې نيت او انګېزه توکیزې (مادي) ګټې، شهرت پيدا كول، ځواک او شتمني لاس ته راوړل وو؛ يا يې انساني او ولسي نيت درلود او خلكو ته د چوپړ په لټه كې او نېكچارى و. د لومړۍ ډلې برخليك څرګند دى. دوى له الله تعالی او خلكو هېڅ ډول بدله نه غواړي او بدله يې هماغه ګټه او شهرت دى، چې غوښتل یې او ورسېدلي دي؛ خو دويمه ډله، بېشكه، له خدايه به مناسبه بدله ومومي. شونې ده، دا بدله په نړۍ كې وي يا شونې ده، په بله نړۍ كې؛ خو دا جوته ده، چې پوه او عادل الله تعالی، دوى بې برخې كوي نه؛ خو څنګه او څرنګه، جزئيات يې راڅرګند نه دي. همدومره ويلاى شو ((إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ؛ الله تعالی د نېكچاريو اجر نه ضايع كوي)). هو! كه انساني او ولسي چوپړتياوې له ايمان سره مل وي؛ نو اوچت ثوابونه به ولري. كه بې له دې وي، يو مخې به بې بدلې وي؛ البته د كړنو وړو بدله يوازې جنت ته په ورننوتو كې نه ده؛ لكه چې له امام كاظم رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((په بني اسرائيلو كې يو مؤمن و، چې كافر ګاونډى يې درلود. كافر له خپل مؤمن ګاونډي سره ښه چلن كاوه، چې ومړ، الله تعالی يو كور ورته جوړ كړ، چې د اور تپ نه وررسېده. . . او وویل شو، چې دا چار له مؤمن ګاونډي سره دې د ښه چلن په پار دى)). همدغسې له رسول الله نه د قريشو د يو مشر او په جاهليت كې د مشهور مشرك، ((عبد الله بن جدعان)) په هكله روايت شوى: ((ابن جدعان، ډېر لږ عذابی دوزخي دی)) وپوښتل شو: ولې يا رسول الله؟ و یې ويل: ((وږي يې مړول)) په بل روايت كې لولو، چې رسول الله عدى بن حاتم (د حاتم طايي زوى) ته وويل: ((ستا د پلار د سخاوت له لامله، سخت عذاب ترې هاخوا شو))[1063].

((وَبَرَزُواْ لِلّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاء لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّهِ مِن شَيْءٍ قَالُواْ لَوْ هَدَانَا اللّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاء عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ =))

21_ كه الله تعالی سمه لار را ښوولى واى؛ نو موږ به هم سمه لار درښوولې واى: په ظاهر كې له هدايته مطلب، د دوزخ له عذابه خلاصېدو ته لارښوونه ده؛ يعنې بې لارې مستكبر مشران، حال دا په عذاب كې سوځي، خپلو ناپوهو لارويانو ته وايي: كه الله تعالی له جهنمه د وتو لارښوونه راته كړې واى؛ نو موږ هم هلته لارښوونه درته كوله. ښايي مطلب يې په نړۍ كې حق دين ته لارښوونه وي؛ يعنې كه الله تعالی په نړۍ كې توفيق راكړى او سمه لار يې راښوولې واى؛ نو موږ هم درښووه؛ خو موږ د خپل كبر په پار او تاسې د خپل حماقت له لامله دواړه بې لاري او دوزخي شوو؛ البته په واقع كې دا دواړه تفسيره يو دي؛ ځكه څه چې په قيامت كې ښكاره كېږي، يوازې په نړۍ كې د انسان ګروهې او كړنې دي، چې حقيقت يې پټ دى او هلته ښكاره كېږي[1064].

((وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

22_ د شيطان وسوسې، له انسانه واك نه اخلي: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې شيطاني وسوسې له انسانه اختيار، آزادي او اراده نه اخلي؛ بلكې هغه يو بلوونكى دى او دا انسانان دي، چې په خپله خوښه د شيطان بلنه مني؛ خو شونې ده، مخكېنۍ لارې چارې او د ګناهونو تداوم، انسان تردې بريده ورسوي، چې د وسوسو پروړاندې د بې واكۍ يو ډول حالت پكې ورپيدا شي؛ لكه په نېشه يانو كې چې د نېشه ییزو توکیو په باب ليدل كېږي. د نحل سورت په 99 او 100 آيتونو كې لولو: ((شيطان پر هغوى لاسبرى نه وي، چې ايمان لري او پر خپل پالونكي توكل كوي، واك يې يوازې پر هغوى وي، چې هغه يې خپل پالندوى كړى وي او هغوى چې له هغه (=الله تعالی) سره شرك پيدا كوي (او د الله تعالی د فرمان پرځای د شيطان فرمان ته غاړه ږدي))) همداراز شيطان په دې توګه، هغوى ته خوله ماتى ځواب وركوي، چې خپل ګناهونه د هغه پر غاړه ور اچوي او د خپلې بې لارۍ لامل يې ګڼي او لعنت پرې وايي او دا عوام ډولى منطق ځپي، چې يوه شمېر ګناهګاران يې ځان سپيناوي ته راوړاندې كوي[1065].

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء =))

24_ د توحيد سپېڅلې ونه: د قرآن حکیم په آيتونو كې له ځيرنې ترلاسه كېږي، چې له ((كلمه طيبه؛ سپېڅلې وينا)) مراد (چې له پاكې ونې سره ورته شوې) پر توحيد حقيقي او پايښتې ګروهه ده. ددې ګروهې آر او بنسټ (؛ يعنې الله تعالی تعالى) هغه شتون دى، چې بيخي له منځه نه ځي او هېڅ ادلون بدلون پكې نه راځي. له همدې لامله د ونې له ثابتې جرړې سره ورته شوې، چې ټول حقايق او بركتونه ترې راولاړېږي. سپېڅلې ګروهې، ښه خوى او ښې كړنې (چې د انسان واقعي ژوند او د انساني ټولنې توکیزه او مانیزه ابادي) ورپوره تړلې، دا ټول له دې جرړې راولاړېږي. چې كله توحيد په انسان كې جرړه وځغلوي، پخپله انسان، د سپېڅلې ونې مصداقېږي، چې له يوې خوا يې زړه او روح له الله تعالی سره تړاو مومي او بلخوا خلك يې له بركاتو برخمنېږي. له همدې لامله، له اهلبيتو عليهم السلام څخه په ډېرو روايتو كې، تردې آيت لاندې راغلي، چې دا سپېڅلې ونه، د اسلام رسول الله او پاكه كورنۍ يې ده. ان ويلاى شو، چې هره سمه ګروهه او هر صالح كړه وړه، ددې پاكې ونې مصداق دى، چې له توحيدې ګروهې راولاړېږي او په هستۍ كې يې خير او بركتونه خپرېږي[1066].

((وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ =))

26_ د كفر او ګناه ناولې ونه: ((كلمه خبيثه)) هر خبيث او ناولي څيز ته ويل كېږي، بده او ناوړه وينا، غلطې او بې لاروونكې كړلارې او ناولي او چټل انسانان په ((كلمه خبيثه)) كې رانغاړېږي. ښكاره ده، د ناولې او سپېرې ونې جرړه را ايستل شوې، وده نه لري او نه پرمختګ او بشپړتيا، نه ګل كوي او نه مېوه نيسي او نه سيورى لري او نه منظره، نه ټیکاو او پایښت، يوه دړه ده، چې يوازې د سوځولو په درد خوري[1067]. په ځينو رواياتو كې اوڅار شوې، چې د اهل بيتو دښمنان ددې ونې مصداق دي[1068].

((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء =))

27_ په حق لار كې د پايښتنۍ بدله: الله تعالی په دې آيت كې هغو مؤمنانو ته ژمنه وركوي، چې په ټينګه ګروهه پر خپل ايمان ولاړ وي، چې د دوى د پايښتنې په بدل كې، په دنيا او آخرت كې يې له سمې لارې له ښویېدو ژغوري او د خپلې نېكمرغۍ په بهير كې يې ساتي. يو مهم پړاو، چې انسان په خپل تكاملي بهير كې بايد تېر كړي، له نړۍ ځنې برزخ ته (؛ يعنې مرګ) د لېږد پړاو دى. تردې آيت لاندې په پرېمانه راغليو رواياتو كې لولو، چې الله تعالی په دې پړاو كې پايښتي مؤمنان د ښویېدو له خطره ژغوري. د بېلګې په توګه: له امام صادق نه روايت شوى دى: ((شيطان د مرګ پرمهال زما د لاروي ښي او كيڼ لوريو ته ګرځي راګرځي، چې زموږ له (ولايته) يې واړوي؛ خو الله تعالی نه غواړي دا تن وښو یېږي او دا د ((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ. . . . .)) مانا ده؛ البته دا پړاو، د انسان د حركت يو پړاو دى، الله تعالی په دې آيت كې ژمنه وركړې، چې پايښتي مؤمنان په دنيا او آخرت كې له ښوييدنې ساتي[1069].

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُواْ نِعْمَةَ اللّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّواْ قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ =))

28_ هغوى چې د الهي نعمت ناشكري يې وكړه: له دې وګړيو مطلب، په تېرو امتونو او هم د رسول الله په امت كې د بېلارۍ مشران دي، چې د الهي نعمتونو د مننې پرځای يې د نعمت ناشكري او كفران وكړ او د الله تعالی له نعمتونو يې د الله تعالی په خوښه ګټه و نه كړه؛ ځكه د الهي نعمتونو غوره مننه، د نعمتونو داسې كارول دي، چې د الله تعالی خوښه وي او ژبنى شكر، د مننې يو پړاو دى. په دې توګه يې ځانونه او خپل قوم سوځنده جهنم ته وروكاږل. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((موږ (اهلبيت) د الله تعالی يو نعمت يو، چې پر خپلو بندګانو يې لورولي دي)) بېشكه د الله تعالی بې شمېره نعمتونه دي؛ خو سپېڅلي امامان عليهم السلام بشريت ته د الله تعالی له سترو نعمتونو ځنې دي[1070].

((اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الأَنْهَارَ =))

((وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ =))

32 او 33 _ انسان د قرآن حکیم له ليدلوري: انسان د قرآن حکیم له ليدلوري دومره ستریا لري، چې د الله تعالی په حكم ټول ژوي يې ايل دي؛ يعنې يا يې د چارو واګې د انسان په لاس كې دي يا د انسان د ګټو په چوپړ كې دي. په هر حال، انسان ته دومره ستریا وركړاى شوې، چې د پنځون (پنځون) په ټولګه كې د يوې لوړې موخې په بڼه راوتلى دى. ددې ټولو نعمتونو سپړنه (شرح)، پردې سربېره، چې په انسان كې يو نوى او تازه وګړه (شخصيت) راپنځوي او د خپل مقام له ستریا يې خبر وي، د مننې حس هم پكې راپاروي. د يادونې وړ ده، چې د قرآن حکیم په فرهنګ كې تسخير او ايل پر دوو ماناوو راغلى دى، يو داچې د لمر و سپوږمۍ په څېر څيزونه د انسان د ګټو او مصالحو په چوپړ كې دي او بل داچې په سمندرونو كې د بېړۍ چلولو په څېر د څيزونو واګې د انسان په لاس كې دي[1071].

((وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ =))

34_ اړتياوې مو، دركړل شوي: دا آيت وايي، چې الله تعالی درباندې لورنه وكړه او، چې څه مو وغوښتل، يوه برخه يې دركړه (پام مو وي، چې په ((مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ)) غونډله كې ((مِن)) تبعيضيه او توپيري دى). په دې علت ويل شوي، چې ډېرى وختونه، انسان له خدايه يو څيز غواړي، په واقع كې زيان يا ان هلاكت يې پكې وي او پخپله نه پوهېږي؛ خو پوه، حكيم او لوراند څښتن يې دغسې غوښتنې نه وركوي او ډېرى وختونه انسان له خدايه په خوله څه نه غواړي؛ خو د حال، فطرت، طبيعت او هستۍ په ژبه يې هيله لري او الله تعالی يې وركوي او په((مَا سَأَلْتُمُوهُ)) كې كېداى شي په ژبه غوښتنې او د حال په ژبه غوښتنې راونغاړل شي[1072].

((رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

36_ د ابراهيم علیه السلام حقيقي زامن: په تېر آيت كې مو ولوستل، چې حضرت ابراهيم علیه السلام له خدايه وغوښتل، چې هغه او زامن يې له بوتنمانځنې وژغوره. په دې توګه يې انسانان په موحد او مشرك ووېشل او له خدايه يې وغوښتل، چې هغه او زامن يې په مؤحدانو كې كړه. دا آيت وايي، چې ابراهيم خليل الله الله تعالی ته وويل، چې څوك په رښتيا زما پر لار او دود (چې توحيد دى) ولاړ شي، له ما ځنې دى او څوك چې په زړه او عمل كې زما له لارې او دوده واوړي او ځان پر شرك ككړ كړي، له ما څخه نه دى. ويلاى شو، چې ښايي حضرت ابراهيم علیه السلام په ښكاره دا ټكى ويلى وي، چې خدايه، كه څه مې درنه وغوښتل، چې زامن مې له شركه وساتې، حقيقي اولاد مې هغوى دي، چې زما له دينه (چې ستا نمانځنه ده،) لاروي وكړي؛ ان كه په ظاهر كې مې له ځوځاته نه وي او هغوى چې د توحيد له دينه مخ اړوي، تړاو راسره نه لري؛ ان كه په ظاهر كې مې له ځوځاته وي. دا يو ډېر مهم ټكى دى، څه چې الله تعالی او وليانو ته يې ارزښتمن دى، ظاهري تړاوونه نه دي؛ بلكې الله تعالی ته ارزښتمنې كچې له پېغمبرانو او امامانو سره مانيز تړاوونه او اراوییز ورته والى دى[1073]. له امام صادقرحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((د چاچې ښه ايسو، زموږ له اهلبيتو ځنې دى)) د حديث راوي وايي، چې امام ته مې وويل: درځار، ايا له تاسې دى؟! و یې ويل: ((پر الله تعالی قسم، چې له موږه دى، ايا د الله تعالی خبره دې اورېدلې نه ده، چې د ابراهيم علیه السلام له خولې وايي، چې ((څوك مې لاروي وكړي، له ما ځنې دى)).)) په بل روايت كې ترې لولو: ((چې څوك له تاسې الهي تقوا خپله او ځان سم كړي، له موږ اهلبيتو ځنې دى)) د حديث راوي امام وپوښت: له تاسې اهلبيتو ځنې دى؟! امام وويل: ((له موږ اهلبيتو ځنې دى؛ ځكه په دې باب ابراهيم علیه السلام وويل: ((چې چا مې لاروي وكړه، له ما ځنې دى)). عمر بن يزيد ترې وپوښتل: [ايا په رښتيا] له آل محمد (ص) ځنې دى؟! امام وويل: ((هو! پر الله تعالی قسم، له آل محمد (ص) څخه دى. پر الله تعالی قسم، له هغوى ځنې دى. آيا اورېدلي دې نه دي، چې الله تعالی وايي: ((په ابراهيم پسې ورغلي خورا ورته وړ دي))؟ او هم د ابراهيم علیه السلام دا خبره: چې راپسې راغى؛ نو له ماځنې دى))؟))[1074].

((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ =))

37_ په مكه كې د هاجرې او اسماعيل پرېښوول: دا آيت هغې زمانې ته اشاره لري، چې ابراهيم علیه السلام له خپلې مينزې هاجرې بي بي د زوى خاوند شو او نامه يې اسماعيل شو؛ نو د لومړۍ مېرمنې سارا بي بي كينه ورته راوپارېده او د هاجرې او زوى شتون يې زغملاى نشو؛ نوځكه يې له ابراهيم علیه السلام څخه وغوښتل، چې دا مور او زوى بل ځاى ته بوځه. ابراهيم علیه السلام يې د الله تعالی په حكم غوښتنه ومنله او اسماعيل او مور يې هاجره، مكې ته بوتلل، چې په هغې زمانې كې، وچ ډاګ او ناهستوګنه سيمه وه، دلته يې پرېښوول، الله تعالی پاماني يې ورسره وكړه او ستون شو. څه وخت تېر نه و، چې دا کوشنى او مور يې تر ټكنده لمر لاندې تږي شول. هاجرې بي بي د خپل ماشوم ژغورنې ته ډېره هڅه وكړه او هغه الله تعالی، چې غوښتي یې ول، مكه د نمانځنې ستر مركز كړي، د زمزم چينه يې راوبهوله. څه موده روسته د ((جُرهُم)) بېديا ګرځی ټبر، چې له نژدې يې تېرېده، له پېښې خبر شو او همدلته هستوګن شو او مكې لږه لږه بڼه خپلوله[1075].

((مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاء =))

43_ په قيامت كې د ظالمانو حال: په مخكې آيت او دې آيت كې د قيامت ځانګړنې يادې شوي دي: سترګې به نه رپوي، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي او هرڅه يې هېرېږي. دا پر هغه ورځ د ظالمانو حال دى، همغوى چې هرڅه ته به يې په كبر كتل او ملنډې يې پرې وهلې؛ خو نن د سترګو د رپولو وس هم نه لري او ددې لپاره، چې هيبتناكې منظرې و نه ويني اسمان ته رډ رډ ګوري؛ ځكه هره خوا، چې ويني، وحشتناكې منظرې ويني. هغوى چې ځانونه يې يومخې عقل ګڼل او نورو يې بې عقلان بلل، داسې خپل عقل او هوښ له لاسه وركوي، چې كتل يې د لېونو څه چې د مړيو دي؛ چې كله قرآن حکیم يوه منظره انځوروي، په لنډو عباراتو يې پوره انځوروي، چې بېلګه يې همدا دوه آيتونه دي[1076].

((وَأَنذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُواْ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ =))

44_ د آيت كو مې ورځې ته اشاره ده؟: په تېرو دوو آيتونو كې په قيامت كې د ظالمانو سخت او اندېښمن حالت انځور شو. دا آيت هم خلک له هغې ورځې ډاروي، چې الهي عذاب پكې راځي. د علامه طباطبايي په څېر ستر مفسر پردې باور دى، چې منظور ترې د قيامت ورځ نه؛ بلكې هغه ورځ ده، چې ناڅاپه په همدې نړۍ كې الهي عذاب رانازلېږي او د پېغمبرانو او امتونو ترمنځ يې ورمندون كوي او د پېغمبرانو ظالم او كبرجن دښمنان له منځه وړي. دا عذاب، د ټولو امتونو په هكله – له پېغمبرانو د سرغړونې په شرط – دى او د اجل په رارسېدو يې هم پلى شوى دى. د لوط، هود، ثمود، . . . قومونه، هغه اقوام دي، چې قرآن حکیم يې په ډاګه دنيوي عذاب ته اشاره كړې ده. ان د اسلام د رسول الله امت (چې تر رسول الله روسته ټول انسانان رانغاړي) هم له دې قانون مستثنى نه دى او د قرآن حکیم په ډېرو آيتونو كې، دې امت ته په همدې نړۍ كې د عذاب ژمنه وركړ شوې ده. هغه ورځ، چې ددې امت ظالمان به په الهي عذاب كې راونغاړل شي او ورك به يې كړي او نور به د شرك او سرغړونې په هكله څه خبره نه وي او پر ځمكه يوازې موحد مؤمنان پاتېږي؛ لكه چې الله تعالی په دې اړه وايي: ((په زبور كې مو تر ذكر [= تورات] روسته كښلي، چې صالح بندګان به مې د ځمكې (د واكمنۍ) وارثين شي)) (انبياء_105 آيت)[1077]. په زړه پورې خو داچې د اهل بيتو په رواياتو كې لولو، چې د انبياء 105 آيت د حضرت امام مهدي راښكاره كېدو ته اشاره لري، چې ځمكه به له ظلمه تر خولې راتلو روسته، له عدل او نياوه ډكه كړي[1078].

((يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ =))

48_ قيامت؛ له انګېرنې اوچت يو چار: په هغو آيتونو كې، چې په قيامت كې يې د اسمانونو او ځمكې د ادلون بدلون او تغيير په باب خبرې كړي، پكې له ځيرنې څرګندېږي، چې دا موضوع دومره عظمت لري، چې د بشر له پوهې او دركه وتلې ده او حقيقت يې انځورولاى نشو. يوازې دومره پوهېدل كېږي، چې پر هغه ورځ په ټوليز ډول د هستۍ نظام تغيير مومي او په بله بڼه كېږي. كه په دې باب په راغليو رواياتو كې، له حسي مطالبو سره مخېږو؛ نو پام مو وي، چې دا ټولې بېلګې ته دې، چې اذهانو ته مو دا ستره پېښه رانژدې كړي؛ لكه چې د قرآن حکیم په آيتونو كې همدغسې ده؛ لكه چې د النبأ سورت په 20 آيت كې لولو((په قيامت كې غرونه روانېږي او د سراب په بڼه كېږي)). څرګنده ده، چې د غرونو له سرابېدو مطلب، له خپلو ځايونو يې روانېدل او له منځه تګ يې دى، نه داچې غرونه د سراب په بڼه شي. همدغسې كه په رواياتو كې لولو، چې په قيامت كې خاوره پر سپينو زرو اوړي، مثال او ذهن ته د ورنژدېدو لپاره ده؛ كه نه له عقلونو مو د هغې ورځې حقيقت پټ دى[1079].

سورة الحجر

د حجر سورت ټوليزه منځپانګه:

دا سورت، د كافرانو له لوري د رسول الله (ص) د ملنډو په باب خبرې كوي، چې پېغمبر يې لېونى ګاڼه او قرآن حکیم يې د لېونو پرتې بللې. الله تعالی په دې سورت كې خپل رسول الله ته ډاډ وركوي او صبر، زغم او ورته له ورتېرېدو سپارښتنه كوي، زړه يې ورخوشحال او ارام كړى او خلكو ته زېرى وركوي او هم يې ډاروي[1080].

((رُّبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ =))

2_ كاشكې مسلمان واى!: لكه چې د آيت په ژباړه كې راغلي، دا آيت بلې نړۍ؛ يعنې آخرت ته اشاره لري، چې كافران هلته د خپلو كړنو سپېرې پايلې ويني او هيله كوي، چې كاشكې مسلمانان واى! البته هيله به يې پوره نشي؛ ځكه ايمان او اسلام په نړۍ كې ګټه لري، نه په آخرت كې. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو، چې: د قيامت پر ورځ يو جارچي په لوړ غږ وايي، چې ټول يې اوري: يوازې هغوى جنت ته ورننوتى شي، چې اسلام يې راوړى وي. (په دې وخت كې) كافران هيلمنېږي، چې كاشكې مسلمانان واى. له رسول الله (ص) هم روايت شوى، چې كوم وخت دوزخيان په دوزخ كې راغونډېږي او يو شمېر ګناهګار مسلمانان ورسره يو ځاى كوي؛ نو كفار، مسلمينو ته وايي: ايا مسلمانان نه وئ؟ ځواب اوري: هو! وو. كافران وايي: نو تصديق او ايمان مو درګټور نه وه؛ چې راسره يوځاى ياست؛ نو [په دې وخت كې] الله تعالی ټول مؤحدين له دوزخه وباسي. بيا رسول الله(ص) دا آيت ولوست: ((كافران به ډېر ځله هيله كوي، چې كاشكې مسلمانان واى))[1081].

((مَا نُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَا كَانُواْ إِذًا مُّنظَرِينَ =))

8_ ځان وركاوي ته د كافرانو غوښتنه: ددې آيت په تفسير كې ـ چې په مخكې آيت كې د كافرانو غوښتنه راغلې وه او دا آيت يې ځواب دى، – ډول ډول نظريات ويل شوي، چې خورا سم يې دادى: دا يو الهي سنت دى، چې پرښتې دې د بشر له حواسو پټې وي. كه الله تعالی د كافرانو د غوښتنې په پار او د معجزې له لارې، پرښتې را نازلې او راښكاره كړي؛ نو پوره پرې غاړه ورخلاصېږي او د شك او شبهې څه ځاى نه پاتېږي. بيا كه كافران ايمان رانه وړي، د عذاب راكېوتل او هلاكت يې چورلټ دى؛ ځكه دا كافران په خورا ځېل او تكبر كې دي، چې بيا هم ايمان نه راوړي او په رښتینه كې دا غوښتنه يې، د ځان وركاوۍ غوښتنه ده[1082].

((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ =))

9_ قرآن حکیم له اړونې خوندي دى: دا آيت، يو دليل دى، چې قرآن حکیم اړول شوى نه دى. له آيته ښه ګټنه كېږي، چې قرآن حکیم په ټوليز ډول له هر ډول اړونې او ادلون بدلون بچ پاتې دى او دا قرآن حکیم كټ مټ هغه قرآن حکیم دى، چې پر رسول الله نازل شوى دى؛ ځكه الله تعالی پرېكنده وايي، چې قرآن حکیم ساتي. په فصلت سورت 41 او 42 آيتونو كې هم دې حقيقت ته اشاره شوې ده: ((او دا يو پياوړى كتاب دى، چې باطل، نه مخامخ پرې ورتلاى شي او نه د شا له لوري (؛ ځكه) د حكيم او ستايلي (الله تعالی) له لوري رالېږل شوى دى))[1083].

((كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ =))

12_ ګناهګاران پر قرآن حکیم د پوهېدو وړتيا نلري: ددې آيت په تفسير كې يې ويلي، چې الله تعالی، مخالفين او ګناهګاران په بېلابېلو لارو په خپلو ښكارندو او نښو پوهوي، چې ته وا په زړونو كې يې ورټومبي؛ خو داچې نالايق او زړونه يې ناپاكه دي؛ نو د جذبېدو وړتيا نه لري او دباندې يې غورځوي؛ لكه د هاضمې غونډال، چې ګټور خواړه هضمولاى نشي او دباندې يې غورځوي[1084].

((وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ =))

16_ د اسمان برجونه: بروج (د برج جمع) په آر كې د ښكاره پرمانا ده. له همدې لامله، د ښار د ګرچاپېره دېوال يا د لښكر كوټونو يا كلاګانو ځانګړې برخې، چې راوتلې ښكاري، برج يادېږي. له اسماني برجونو مطلب، د لمر و سپوږمۍ منزل ځايونه دي. په دقيق تعبير، چې له ځمكې ځنې سپوږمۍ يا لمر ته وينو، د كال په هر فصل او موقع كې يې د يوې فلكي بڼې (په ځانګړنې بڼه د ستوريو ټولګه) په مقابل كې وينو او وايو: لمر مثلاً د حمل، ثور، ميزان ياعقرب په برج كې دى. په ډاګه ده، چې ددې اسماني برجونو شتون او د سپوږمۍ او لمر منزلونه او كوم ځانګړى نظام، چې ددې برجونو حركت ته شته، دا ټول زموږ د هستۍ انځور، تقويم (او مهالويش) دى او د پنځګر پر پوهې او ځواك يو څرګند دليل دى[1085].

((وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ=))

((إِلاَّ مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُّبِينٌ =))

17، 18- شهاب: د شيطان په غلا غوږ نېونې، شهاب او. . . په باب څرګندنه، د صافات سورت په پيل آيتونو كې راځي.

((وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ =))

19_ د بوټو هېښنده پېیون (نظم): د ((موزون)) تعبير (د وزن له مادې، د هر څيز د اندازې پېژندو پر مانا) د بوټو په ټولو اجزاوو كې دقيق حساب، هېښنده پېیون او انډولو اندازو ته اشاره ده، چې هر بوټى؛ بلكې د بوټي هره برخه (ډډ، ښاخونه، پاڼه، ګلپاڼه، تخم او مېوه) ټاكلى حساب و كتاب لري. ښايي په ځمكه كې په لكونو ډوله بوټي وي، چې ډول ډول ځانګړنې ولري، چې د هر يوه پېژندنه د ((الله)) پېژندنې ته يوه دريڅه او هره پاڼه يې د پالونكي پېژندنې ته يوه كتاب دی[1086]. ځينو مفسرانو ويلي، له دې تعبيره مراد دادى، چې الله تعالی دا هر بوټى د انسان د اړتيا هومره پيدا كړى دى[1087].

((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ =))

۲۱- د ټولو څيزونو زېرمې له موږ سره دي: خزاين، د خزانې جمع، د هغه ځاى پر مانا ده، چې انسان پكې خپل مالونه او شتمنۍ د ساتنې لپاره راټولوي. ښكاره ده، چې هغه د يو څيز په راټولولو او زېرمولو لاس پورې كوي، چې ځواک يې محدود وي او چې هر وخت څه وغواړي، چمتو كولاى يې نشي. نوځکه د وسمنۍ پرمهال، څه چې لازم بولي، د اړتيا لپاره يې زېرموي او په زېرمتون كې يې راټولوي. بېشكه د الله تعالی په هكله دا مفهوم نه انګېرل كېږي. له همدې لامله، يو شمېر مفسرانو، د الله تعالی خزانې او زېرمې الهي مقدرات تفسير كړې دي؛ يعنې ټول څيزونه د الله تعالی د ځواک په خزانه كې راټول دي او څومره چې لازم او صلاح وبولي، پنځوي يې. په دې آيت كې يې د رانازلېدو په مانا كې ويلي، چې دلته نزول او انزال د پنځونې او رادبرېدو پر مانا ده؛ خو داچې د الله تعالی له لوري خپلو بندګانو ته دى (له هسكه كوز ته)؛ نوځكه دغسې تعبير شوى دى[1088].

((وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ =))

۲۲- بادونه؛ د ورېځو او بوټو بلاربوونكي: نن په بوټپوهنه كې څرګنده شوې، چې په ټولو بوټیو كې نر او ښځه شته، او بادونه د نر بوټي د ګل ګرده ښځې بوټي ته ورلېږدوي او بلاربوي يې. دا آيت، له همدې حقيقته پرده لرې كوي[1089]؛ البته ځينې مفسران وايي، چې دا آيت په بادونو د وريځو په بلاربولو پورې اړوند دى؛ په دې توګه، چې بادونه د وريځو ټوتې سره نښولي او بلاربوي او په دې توګه د باران د راكېووتو سريزه چمتو كوي[1090].

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ= ))

((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ= ))

26 او 29_ د انسان متضاد اړخونه: له دې آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې انسان له دوو متضادو او په ټكر كې اړخونو جوړ شوى، چې يو يې د ستریا په خورا اوچت بريد کې او بل يې د ارزښت په خورا ټيټ بريد كې دی. بلخوا الهي روح ورپوكول شوى دى او بلخوا له بدبويه وچې خټې (لكه جر) جوړ شوى دى. د ((روحي)) (زما روح) تعبير د انسان د ډېر ارزښتمن او با عظمت روح ښوونكى دى، چې مقام يې ان له پرښتو اوچتوي؛ لكه د الله تعالی د مياشتې تعبير، چې د رمضان د مباركې مياشتې د عظمت نښه ده[1091].

((إِلَى يَومِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ =))

38_د ابليس د مهلت وخت: ډېر مفسران وايي، چې له دې آيته مطلب د نړۍ روستۍ ورځ او په شپیلۍ كې د اسرافيل لومړی پوكل دي؛ ځكه تر هغې ورځې مكلفيت شته او له الله تعالی سره د مخالفت شونتيا شته؛ خو ددې نظر پرخلاف د قرآن حکیم له آيتونو، رواياتو او ان عقلي دلايلو ګټنه كېږي، چې بشر د نېكمرغۍ پر لور په حركت كې دى او ژر به په همدې نړۍ كې د خپلې نېكمرغۍ كمال ته ورسي او انساني ټولنه له ګناه او بدۍ خلاصون مومي؛ داسې چې پر ځمكه به يوازې الله تعالی نمانځل كېږي او د كفر او فسق ټغر راټولېږي او روحي رنځورۍ او شيطاني وسوسې به له منځه ولاړې شي. له دې مطلبه ګټنه كېږي، چې د ټاكلي وخت ورځ، چې د ابليس د مهلت رسېدو نېټه ده، هغه ورځ ده، چې د الله تعالی په ارادې به بشري ټولنه اصلاح او سمولى شي. پر هغه ورځ به د فساد جرړه راوايستل شي او دا د نړۍ پاى نه ده. په ځينو رواياتو كې دا آيت د حضرت امام مهدي د راښكاره كېدو پر روزګار تفسير شوى دى[1092].

((قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ =))

39_ د شيطان ښكلا: ښكاره ده، چې الله تعالی، شيطان بېلارې كړى نه و؛ بلكې دا د ابليس يو شيطنت ډوله نسبت و، چې د ځان سپينولو لپاره يې وكړ، چې خپلې سرغړونې ته يوه مخونه جوړه كړي او دا د ابليس او ټولو شيطانانو دود دى، چې لومړى خپل ګناهونه د نورو پر غاړه اچوي او دويم دا، هڅه كوي خپلو ناوړو كړنو ته په غلط او ناسم منطق مخونه وركړي، نه يوازې د الله تعالی د بندګانو پروړاندې؛ بلكې پخپله د الله تعالی پروړاندې، چې له هرڅه خبر دى! بل ټكى داچې د شيطان له ښکلا مطلب، هماغه شيطاني وسوسې دي، چې په نظر كې ناوړه، ښه انځوروي يا له بېلابېلو بهرنيو عواملو په ګټنې، ناوړو كړنو ته ښكلا او لېو وركوي؛ لكه چې ځينې وخت زهرجن توکي په خوږو كې ږدي او هم سترې کږنې او انګېرنې (انحرافات) د تمدن، روڼ اندۍ او ازاد اندۍ او. . . . په نامو او لفافو كې ځاى پرځای كوي[1093].

((=إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ=))

((قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ =))

41 او 42_ شيطان څوك اړ ايستاى نشي: دا دوه آيتونه، د انسان د ارادې پر آزادۍ يو ټينګ دليل دى او داچې ابليس او لښكر يې څوك فساد ته اړ ايستاى نشي؛ بلكې كار يې يوازې د ګناه ښكلونه، چل ول، شر او بدۍ ته بلنه ده او روستى هوډ پخپله انسان نيسي. په رښتینه كې الله تعالی په دې دوو آيتونو كې د ابليس له مغزو دا خامه انګېرنه وايسته، چې پر انسانانو به بشپړ لاسبري ومومي[1094].

((لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ =))

44_ د جهنم ورونه: په قرآن حکیم کې د جهنم د ورونو د څرنګوالي په هكله په ډاكه څه ويل شوي نه دي؛ خو د قرآن حکیم په آيتونو او د معصومينو عليهم السلام په رواياتو كې له تدبره ګټنه كېږي، چې د جهنم له ورونو منظور، د دوزخ پوړونه دي، چې د هر پوړ عذاب او سختي يې له بلې توپير لري (يادونې وړ ده، چې باب د طبقې او پوړۍ پر مانا هم ده). په دې اړه په يو روايت كې لولو، چې علي (ك) يوې ډلې ته وويل: ((آيا پوهېږئ، چې د جهنم ورونه څرنګه دي؟)) و يې ويل: هرومرو د نړۍ د همدې ورونو په څېر دي. امام وويل: ((نه! داسې نه ده، بيا يې يو لاس پر بل لاس كېښود (چې؛ يعنې د غسې دي[1095]). . . .)). روايات ښيي، د جهنم پر ځينو ورونو فرعون، هامان او قارون، پر ځينو مشركانو او پر ځينو د نبوي كورنۍ دښمنان ووننووځي. دا روايات څرګندوي، چې د جهنم پوړۍ يو تر بله خورا دردناكې دي او كو مې ډلې، چې ورننوځي، يو تر بله خورا ګناهګارې او كړنې يې يو تر بله بدترې دي[1096]. په پايله كې د جهنم ورونه، دا حقيقت په ګوته كوي؛ لكه څنګه چې د بنيادم كړنې يو تر بله توپير لري يا ګناهګارې او كافرې ډلې يو تر بله توپير لري، په بله نړۍ كې يې سزاګانې هم يو تر بله توپير لري[1097]. په زړه پورې خو داچې له امام باقر رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو: ((جنت اته ورونه لري))؛ خو په دې آيت كې لولو، چې جنهم اوه ورونه لري، دا توپير دې ته اشاره لري كه څه بدمرغۍ او عذاب ته د ننوتو ورونه ډېر وي؛ خو نېكمرغۍ او ثواب ته د ورسېدو ورونه تر ده خورا ډېر دي[1098].

((إِذْ دَخَلُواْ عَلَيْهِ فَقَالُواْ سَلامًا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ=))

52_ ابراهيم علیه السلام ولې له مېلمنو وډار شو؟: ابراهيم علیه السلام هله دا خبره وكړه، چې مېلمانه كېناستل او ابراهيم علیه السلام وريت خوسى ورته راووړ؛ خو مېلمنو يې له خوړو ډډه وكړه، (د هود سورت 70 آيت هم دې موضوع ته اشاره لري). تردې هېښنده چلن روسته، ابراهيم علیه السلام وډار شو او و یې ویل: چې درنه ډارېږم[1099]. ځينې مفسران وايي، دا ډار له دې لامله و، چې پر هغه پېر او په راروستو وختونو او ان زموږ په پير كې په ځينو اقوامو كې دود دى، چې څوك د چا مالګه او ډوډۍ وخوري؛ نو نمك حرامي به ورسره ونكړي او زيان به ورونه رسوي؛ نوځكه خوړو ته لاس نه ورغځول، د ناوړه نيت، كينې او دښمنۍ دليل دى[1100].

((قَالُواْ لاَ تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِيمٍ =))

53_ اسحاق؛ د ابراهيم علیه السلام هوښيار زوى: بېشكه له ((بِغُلامٍ عَلِيمٍ)) څخه مطلب حضرت اسحاق علیه السلام دى؛ ځكه چې كله پرښتو پر ابراهيم علیه السلام زېرى وكړ، مېرمن يې سارا (چې شنډه شوې وه) هم ناسته وه او دا زېرى پر هغې هم وشو. په دې هم پوهېږو، چې سارا د اسحاق مور وه او ابراهيم علیه السلام له هاجرې مخکې (چې مينزه وه او مېرمن كړې يې وه) د اسماعيل په نامه د زوى خاوند شوى و[1101]. دا ټكى پاملرنې وړ دى، چې ښايي اسحاق ته د ((عليم)) ځانګړنه راوړل تر معمولي علومو اوچتو پوهې درلودو ته يې اشاره وي؛ يعنې پر الهي ښوونو او اسماني وحې پوه دى؛ لكه چې د صافات سورت په 112 آيت كې (چې همدې آيت ته ورته دى) لولو: ((او موږ هم (= ابراهيم) ته د اسحاق زېرى وركړ، چې د صالحانو (په شمېر كې) يو پېغمبر و)). دا آيت د غيبو له نړۍ سره د حضرت اسحاق علیه السلام اړيكې ته اشاره لري[1102].

((إِلاَّ امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ =))

60_ د لوط علیه السلام د مېرمنې هلاكت: د لوط علیه السلام مېرمن، د كافرانو او حضرت لوط علیه السلام له دنننيو دښمنانو سره يولاس شوې وه. له كافرانو سره يې د خبرولو لپاره دا نښه ايښوولې وه، چې كه څوك پټ پېغمبر ته راشي، د كور پر بام به اور بل كړي؛ نوځکه په هلاكېدونكيو کې راغله[1103].

((قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ =))

70_ ولې لوط علیه السلام د مېلمنو له منلو منع شوى و؟: د لوط د قوم دا خبره په دې پار وه، چې دوى خسيس او كنجوس خلك وو او څوك يې په كور كې مېلمانه كول نه او اتفاقاً ښار يې د كاروانونو د لارې پر سر و او وايي، داچې كاروانيان دلته تم نشي؛ نو له ځينو نويو راغليو سره يې هغه ناوړه كړنه كوله او لږ لږ پرې روږدي شوي وو. له همدې لامله، چې كله به لوط علیه السلام خبرېده، چې كوم مسافر راغلى؛ نو داچې ګېر يې نه كړي. خپل كور ته يې باله؛ خو چې قوم به يې خبر شو، غوسه كېده او په ډاګه يې ورته ويل، چې حق نه لري تردې روسته مېلمه دې كور ته بوځې؛ نوځكه په نظر رسي، چې په دې آيت كې د ((عالمين؛ نړيوالو)) اشاره هغو وګړيو او لارويانو ته وي، چې ددې ځاى مېشت نه وو او له دې ځايه تېرېدل[1104].

((لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ =))

72_ د رسول الله پر ځان قسم: له مشهور صحابي ابن عباس (رض) روايت شوى: ((الله تعالی ته په مخلوقاتو كې، تر محمد (ص) نه بل ګران نه و او ما اورېدلي نه دي، چې الله تعالی به بې د هغه له ځان پر بل ځان قسم ياد كړى وي))[1105].

((إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ =))

75_ باطن ويني هوښياران: ((متوسم)) (هوښيار) هغه ته وايي، چې د يو څيز له ظاهره يې پر باطلو پوهېږي. په دې توګه، د آيت مانا داسې ده، د لوط پر قوم، چې عذاب راغى او د دوى سيمه يې له منځه يووړه؛ نو په ترڅ كې يې داسې اثار او نښې پاتې دي، چې هوښياران يې په ليدو د پېښې له حقيقته خبرېږي او پر ايمان او تقوا يې ورزياتېږي. دا ځانګړنه (له ظاهره په كتو پر باطن پوهېدنه) په هر چا كې د ايمان په كچه يې شته؛ لكه چې له رسول الله (ص) روايت شوى دى: ((د مؤمن له ځيركۍ پروا وكړئ؛ ځكه د الله تعالی په رڼا يې ويني)) بيا يې دا آيت ولوست. له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((د هر مخلوق د دوو سترګو ترمنځ كښل شوي؛ مؤمن يا كافر. او دا ليكنه درنه پټه ده؛ خو د آل محمد امامانو له نظره پټه نه ده؛ نوځكه چې څوك ورشي، پېژني يې، چې مؤمن دى که كافر)). بيا نو امام تر ویینې لاندې آيت ولوست؛ البته څرګنده ده، چې امامان عليهم السلام د هوښیارانو پوره مصاديق دي او دا آيت ورپورې نه ځانګړى كېږي[1106].

((فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ =))

79_ د لوط د سيمې كنډرې: تردې آيت لاندې يې ويلي، چې د لوط د قوم د عذاب ځپليو كليو كنډرې د مدينې او شام د كاروانيانو او مسافرو د لارې پر سر پرتې دي، چې ښكاره یې ليدى. په 79 آيت كې هم دې مطلب ته اشاره شوې ده[1107].

((وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ =))

80_ د يو پېغمبر دروغجن ګڼل؛ يعنې د ټولو دروغجن ګڼل: الله تعالی په دې آيت كې وايي، چې د ثمود قوم، ټول پېغمبران دروغجن وګڼل، سره له دې، چې دوی يوازې صالح علیه السلام يې دروغجن ګڼلى و؛ دليل يې دا دى، چې د ټولو پېغمبرانو د بلنې منځپانګه يوه ده. انبياوو يوازې اسلام راوړى دى. كه څه توپير وي؛ نو په شريعت او ځينو عملي احكامو كې دی؛ نوځكه ټولو پېغمبرانو، تېر پېغمبر تصديق كړى دى؛ نو چاچې د يو پېغمبر مطلب و نه مانه؛ نو د ټولو مطلب (او رسالت) يې رد كړى دى[1108].

((وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقرآن حکیم الْعَظِيمَ =))

87_ سبع المثاني: الله تعالی په دې آيت كې د ستونزو، سختيو او ډېرو دښمنانو پروړاندې د پېغمبر ډاډينې ته، د حضرت پام داسې يو نعمت ته وراړوي، چې يو څيز هم ورسره پرتله كېداى نشي، قرآن حکیم عظيم او په تېره د محمد مبارك سورت. سبع په لغت كې د اوو پر مانا او مثانى د دوو دوو پر مانا ده، ډېرۍ مفسرانو او رواياتو، ((سبعاً من المثانى)) د حمد سورت كنايه ګڼلې؛ ځكه دا سورت اوه آيتونه لري او له دې پلوه، چې دا سورت د اهميت او د منځپانګې د ستریا په پار پر رسول الله دوه ځل نازل شوى دى يا له دوو برخو جوړ شوى دى (نيم يې د الله تعالی ستاينه او نيم يې د بندګانو غوښتنې) يا داچې په هر لمانځه كې دوه ځل ويل كېږي؛ نوځكه مثاني يادېږي[1109].

((لاَ تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ =))

88_ نهايي لورنه: د آيت دا برخه ((او پر مؤمنانو د خپل (شفقت او لورنې) وزر ورښكته كړه)) د تواضع او نرم چلېدو يوه كنايه ده؛ ځكه مارغه، چې خپل بچيان تر سینې لاندې کوي، خپل وزرونه پرانځي او پرې يې غوړوي. ښايي له مؤمنانو سره د جوړجاړي او زغمه كنايه وي. په دې توګه، مؤمنان تر وزرونو لاندې نيول، پر دې مانا وي، چې رسول الله(ص) خپله ټوله هڅه د مؤمنانو روزنې او پالنې ته وكړي. همداراز شونې ده، دا د مؤمنانو ملګرتوب او له يوازې نه پرېښوولو ځنې كنايه وي؛ لكه چې مارغه پر خپلو بچيانو وزرونه ورخواره كړي؛ نو نه الوځي او ترې نه بېلېږي[1110]. په هرحال، دا آيت مؤمنانو ته د قرآن حکیم يو خورا ښكلى زېرى دى.

((كَمَا أَنزَلْنَا عَلَى المُقْتَسِمِينَ =))

((الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ =))

90 او 91_ قرآن حکیم ويشي: ددې آيتونو په تفسير كې دوه مهم نظرونه شته: لومړى داچې له ويشوونكيو مراد، هغوى دي، چې دين او د الله تعالی احكام د خپلو ګټو په چوپړ كې كړي؛ چې څه يې له ګټو سره اړخ لګاوه، منل يې او چې يې نه لګول ردول يې[1111]. دويم نظر داچې دا دواړه آيتونه په هغې ډلې پورې اړوند دي، چې د رسول الله د بعثت په پيلامه كې د ده پر ضد راپاڅېده، قرآن حکیم يې څيرې څيرې كړ، چې په دې توګه خلك د الله تعالی له لارې منع كړي. الله تعالی هم عذاب پرې راښکته كړ او ټول يې ورك كړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې دوى د قريشو يوه ډله وه، چې قرآن حکیم يې څيرې كړ او و یې ويل، چې قرآن حکیم كوډې، افسانه او دروغ دي او هم مكې ته د ورننوتو لارې يې برخې برخې كړې او د حج پرمهال به يې څو تنه د لارې پر سر كېناستل، چې خلك يې رسول الله ته له ورتلو منع كول. په ښكاره خو د همدې سورت په 95 آيت كې له ملنډو وهوونكيو همدا ډله ده. تردې آيت لاندې روايت شوي، چې ملنډې وهوونكي پينځه تنه وو او چې 95 آيت نازل شو؛ نو رسول الله(ص) پوهېده، چې الله تعالی به يې خوار او ذليل كړي او په پايله كې الله تعالی په بدترين ډول ومړل[1112].

((فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ =))

94_ د رسول الله د ښكاره بلنې پيل: په رواياتو كې راغلي، چې په لومړيو درېيو كلونو كې د رسول الله بلنه پټه وه او د علي (ك) او حضرت خديجه په څېر يوازې لږو وګړيو (او ښايي همدې دوو تنو) پرې ايمان راوړى وي. چې دا آيت نازل شو. پېغمبر لارښوونه ومونده، چې خپله بلنه ښكاره كړي او تردې روسته په ښكاره تبليغ لګیا شو[1113].

((وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ=))

99_ ولې مرګ په يقين تعبير شوى دى؟: په مفسرانوكې مشهوره ده، چې په دې آيت كې له يقين ځنې مراد، مرګ دى او ځکه مرګ، يقين نومول شوى، چې يو پرېکنده چار دى او انسان، چې په هر څيز كې شكمن شي؛ خو په مرګ كې شكمنېداى نشي او يقين پرې لري، سره له دې، چې د مړينې پرمهال پردې هاخوا كېږي او حقايق ورڅرګندېږي او د يقين حالت ورته پيدا كېږي[1114].

سورة النحل

د نحل سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو ويشلاى شو: 1_ د الهي لورنو شرح. 2_ د توحيد دلايل او د الله تعالی د پنځون ستریا، معاد او د مشركانو او ګناهګارانو ګواښ. 3_ د بېلابېلو اسلامي احكامو ويل: لكه پر عدل او احسان امر كول، هجرت، جهاد، پر نېكيو امر او له بديو منع، ظلم، تړون ماتونه، او د الهي نعمتونو شكر ايستو ته بلنه. 4_ د مشركانو د بدعتونو ويل. 5_ له شيطاني وسوسو د انسانانو بچول[1115].

((أَتَى أَمْرُ اللّهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ =))

1_ مشركان د الله تعالی پرېكنده مجازاتو ته بيړه كوي: د قرآن حکیم له ځينو آيتونو ګټنه كېږي، چې ځېلي كافرانو به د الهي عذاب په اړه د رسول الله(ص) ګواښونه نه اورېدل، په ملنډو يې ويل: دا عذاب، چې وايي، كه رښتيا وي؛ نو ولې نه راځي؟ الله تعالی په دې آيت كې كافرانو ته وايي: د عذاب راتلو ته بيړه مه كوئ؛ چې د كافرانو مجازاتو ته د الله تعالی حكم ژر رارسي. دلته ځكه له تېر فعل ((رارسېدلى دى)) څخه ګټنه شوې، چې د عذاب قطعيت او پرېكنده توب وښوول شي او دا په قرآن حکیم كې ډېر ليدل شوي، چې په ګانده كې يو څيز هرومرو راپېښېږي؛ نو په تېر فعل راوړل شوى دى؛ ته وا دومره هرومرو دى، چې پېښ شوى دى؛ نو له ((امرالله)) مطلب، هغه ژمنه ده، چې الله تعالی، رسول الله او مؤمنانو ته وركړې او د مشركانو پر ضد همدا ګواښونه دي، چې ډېر ژر به د مؤمنانو ملاتړ شي، كافران به خوار او پر عذاب كړي او خپل دين ښكاره كوي او په پايله كې د كفر او شرك ټغر به راټول كړي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت د مهدي اخر الزمان په راښكاره كېدو تفسير شوى، چې د الله تعالی د فرمان خورا څرګند مصداق دى[1116].

((وَعَلَى اللّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌ وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ= ))

9_الله تعالی د سمې لارې د راښوولو ژمن دى: په تېر آيت كې د سورلیو خبره راغلې وه، چې انسان په لارو كې په حركت او توکیزو موخو ته په رسېدو كې مرسته ورسره كوي. په دې توګه، الله تعالی په دې آيت كې، د انسان د مانيزې لارې خبره را منځ ته كړې. وايي، چې بېشكه الله تعالی خپلو بندګانو ته تكامل ته د وررسېدو لار ورښيي.

دا لارښوونه په دوو لارو ده: ۱- فطرت، چې له دننه انسان ښو او كمال ته رابولي. ۲- پېغمبران او اسماني كتابونه، چې انسان له دباندې د الله تعالی لوري ته وربولي.

 البته شونې ده، ځينې نيوكه وكړي. كه پر الله تعالی د سمې لارې ورښوونه لازمه ده؛ نو ولې ډېر خلك پردې لار نه خوځي، چې دا د الله تعالی بېوسي ده؛ يعنې_ معاذ الله_ الله تعالی خلك هدايتولاى نشي. الله تعالی ددې نيوكې په ځواب كې، د آيت په پاى كې وايي ((كه الله تعالی غوښتلاى تاسې ټولو ته به يې (په زور او جبر) لارښوونه كړې واى))؛ يعنې اجبار د الله تعالی غوښتنه نه ده؛ بلكې غواړي بندګان، په خپله خوښه سمه لار وټاكي او د الله تعالی له سرغړاندۍ ډډه وكړي. په بله وينا: په خپل واك او اختيار د ښو چارو په كولو او له ګناهونو په ډډې كولو، ځان د الهي لارښوونې په درشل كې كړي[1117]. په زړه پورې خو داچې په دې آيت كې الله تعالی پر ځان لازمه كړې، چې انسان ته مانيزه لار وروښيي؛ خو هېڅكله يې د توکیزو نعمتونو په باب دغسې خبره كړې نه ده، چې دا پخپله پر توکیزو نعمتونو د هدايت د نعمت غوراوى ښيي[1118].

((يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ=))

11_ د ښوونه – زیتون، كجورې او انګور ځانګړنې: شونې ده، وپوښتل شي، چې ولې قرآن حکیم په دې ټولو مېوو كې يوازې په درېيو مېوو؛ ښوون، كجورې او انګورو ډډه وهلې ده. ويلاى شو، چې له غذايي پلوه د نورو مېوو په پرتله دا درې مېوې د انسان بدن ته ګټورې دي. د ښوون غوړي د بدن د انرژي توليد ته ډېر ارزښت لري، په اوچته كالورۍ تودوخه توليدوي او له دې پلوه ځواک بښاندي خواړه دي. همداراز د ځيګر، پښتورګو او د توري د تیږو لرې كولو ته خورا اغېزمن دي. په قرآن حکیم كې زيتون په ((شجره مباركه)) ياد شوي[1119]. له امام حسن (رض) څخه په يوه روايت كې لولو: آدم علیه السلام خپل زوى ته د وصيتونو په ترڅ كې وايي: زيتون خوره؛ ځكه چې له خير او بركته ډكه ونه ده (([1120]. خرما هم ډېر كلسيم لري، چې د هډوكو د ټينګښت آريز لامل دى او همداراز فاسفورس هم لري، چې د مغزو د جوړښت يو آريز عنصر او د اعصابو د كمزورۍ او ستړيا مخه نيسي، د ليدځواک زياتوي او هم پوتاشيم لري، چې په بدن كې يې نشتون د معدې د زخم حقيقي علت بولي او شتون يې د بدن عضلاتو او انساجو ته ډېر ارزښتمن دي. شمېرنې ښيي، د كجورو خوړوونكي ډېر لږ پر سرطان رنځورۍ اخته كېږي او لامل يې په كجورو كې د منېزيوم شتون بولي. د كجورو خواږه ان د شكر رنځورانو ته هم ګټور دي؛ نوځكه له رسول الله نه په يو روايت كې لولو: ((په كوم كور كې، چې خرما نه وي؛ نو اوسېدونكي يې وږي دي)). د پوهانو په وينا: انګور هم، يو ډول طبيعي درملتون دى. خواص يې د مور شېدو ته ډېر ورنژدې دي او له دې لامله پوره خواړه شمېرل کېږي. انګور په بدن كې د غوښې دوه ګرايه تودوخه پيدا كوي او د زهرو ضد هم دي. د وينې چاڼ، روماتېزم او نقرس ته هم درمليز اغېز لري. انګور معده او كولمې پاكوي، خپګان له منځه وړي او خوشحالي راولي، اعصاب قوي كوي او پكې شته ويټامينونه انسان غښتلى كوي. پر دې سربېره، چې يو اغېزمن خواړه دي، د ميكروب وژنې ځواک هم لري او ان د سرطان له رنځورۍ سره د مبارزې يو اغېزمن لامل هم دى. له پېغمبر (ص(نه په يو روايت كې لولو: ((غوره مېوې مو انګور دي)) [1121].

((وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلاً لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ))

15- د ځمكې پاسوالان: دا غوڼدله (جمله)، چې څو ځله په قرآن حکیم كې راغلې، په څرګندنه كې يې ويل شوي دي: د غرونو بېخونه يو له بل سره نښتي دي او د زرې په څېر يې ځمكه رانغاړلې او همدې د ځمكې د سختو لړزېدو مخه نيولې، چې د ځمكې د دننه غازونو د فشار او دباو له لامله شونې ده هره شېبه رامنځ ته شي. پر دې سربېره، د غرونو ځانګړي وضعيت، د سپوږمۍ د جاذبې (جزر و مد) پروړاندې د ځمكې د پوټكي او مخ مقاومت زياتوي او اغېز يې تر ټيټه بريده رسوي. همداراز ورباندې د سختو توپانونو او دباوونو د همېشني حركت دنننی فشار راټيټوي؛ ځكه كه غرونه نه واى، د ځمكې پر هموار مخ سخت بادونه لګېدل او ارامي پكې ناشونې وه[1122]. له دې آيته ګټنه كېږي، چې د ويالو پنځون د غرونو له پنځون سره اړيكه لري. ستر سيندونه، چې ټول كال بهېږي او شاړې ځمكې خړوبوي، د هغو اوبو له بركته دي، چې په غرونو يا څوكو كې يې د واورې او يخ په بڼه زېرمه شوي دي؛ نوځكه د نړۍ ستر غرونه، د سترو سيندونو سرچينه دي او د غرونو شتون، شونې ده په ځينو كې دا اشتباه راولاړه كړي، چې غرونه د ځمكې يوه برخه يو له بله بېلوي او د تګ راتګ مخه يې نيسي؛ نو په دې آيت كې راغلي، چې الله تعالی پكې لارې او درې جوړې كړي، چې انسانان پكې لارې وركې نه كړي او موخې ته ورسي[1123].

((وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ =))

16_ ځمكنۍ او اسماني نښې: الله تعالی په مخكې آيت كې د لارو نعمت ياد كړ او داچې بې نښو لار انسان موخې ته نه رسوي، په دې نعمت پسې د نښو نعمت يادوي. د غرونو او درو بڼې، د ځمكې لوړې ژورې، د خاورو رنګونه او. . . هر يوه نښه ده، چې انسانان د لارې وركېدو له خطره ژغوري. كه ګرده ځمكه په يوه بڼه واى، په لار كې د حركت شونتيا نه وه؛ ځكه شونې وه، چې هره شېبه لار وركي شو، او داچې ځينې وختونه په بېدياوو كې د شپې تياره يا د سمندرونو په شپني حركت كې ځمكنۍ نښې نشته؛ نو الله تعالی اسماني نښې؛ يعنې ستوري مرستې ته ورواستول، چې لارويان ترې ګټنه وكړي او لار وركي نشي. كه څه په دې آيتونو كې، د توکیزو لارو او نښو خبره شوې؛ خو په دې هكله د قرآن حکیم وينا د انسانانو مانيز ژوند ته هم بېلګه كېداى شي؛ ځكه هرې سپېڅلې موخې ته تر ورسېدو وړاندې د سمې لارې ټاكنه لازمه ده. پردې سربېره، د نښو شتون ژوندنى ارزښت لري، چې په تېره د نېكمرغۍ په نامه په بېلارېتوب كې ونه لوېږو. د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې ستورى په رسول الله او نښې په امامانو عليهم السلام تفسير شوي دي، چې البته د آيت مانيز تفسير ته اشاره لري[1124].

((لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ =))

23_ استكبار؛ د كافرانو ځانګړې ځانګړنه: د قرآن حکیم په څو آيتونو كې، د استكبار ځانګړنه، يوازې كفارو ته كارول شوې او مطلب ترې د حق له منلو لويي او سرغړاندي ده. دا ډول لويي د انسان پر مخ د هدایت ټولې لارې تړي او ټول عمر يې په بد مرغۍ، ګناه او بې ايمانۍ كې ساتي. له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((ابليس، د الله تعالی دښمن، د متعصبانو مشر او د سرغړاندو مخكښ دى))؛ نوځكه چې څوك د حق له منلو سرغړونه وكړي (نشتمن وي که شتمن) پېسمن – متكبر او كبرجن دى؛ كه څه منكرېداى نشو، چې ډېر وخت، ډېره شتمني لاملېږي، چې انسان د حق له منلو ډډه وكړي[1125].

((لِيَحْمِلُواْ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلاَ سَاء مَا يَزِرُونَ =))

25_ مشران او دودګر؛ د لارويانو د كړنو ګډونوال: د ښه يا بد كار په علتونو كې، مشران، لارښودونكي او دودګر ډېره مهمه ونډه لري؛ له همدې لامله د قرآن حکیم په آيتونو او اسلامي رواياتو كې، د لارويانو په ثواب او سزا كې د خير او شر لارښوونكي شريك بولي. له رسول الله نه په يو حديث كې وايو: ((چې څوك هدایت ته بلنه كوي او لاروي يې وشي، د خپلو لارويانو هومره ثواب او بدله به ولري، بې له دې چې د لارويانو له بدلې يې څه كم شي او چې څوك بېلارېتوب ته بلنه كوي او لاروي ترې وشي، د لارويانو هومره سزا به ولري، بې له دې، چې د لارويانو سزا يې كمه شي)) [1126].

((ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآئِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالْسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ =))

27_ هغوى ته چې پوهه وركړاى شوې ده: په دې آيت او د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې له ځيرنې ګټنه كېږي، چې ((الذين اوتو العلم)) هغه كسان دي، چې د الله تعالی پر وحدانيت يې يقين پيدا كړى وي او د توحيد حقيقت ورڅرګند شوى او هم له ګناه او تېروتنې لرې وګړي دي؛ ځكه دوى ته د قيامت په ډګر كې د خبرو كولو اجازه وركړاى شوې ده او د قيامت په باب د نباء سورت په 38 آيت كې لولو: ((پر هغه ورځ به(هېڅوك بې د لوراند الله تعالی له اجازې خبرې نه كوي)او چې خبرې كوي؛ نو(حق او رښتيا خبرې كوي)). خبره هله سمه وي، چې وياند يې له ګناه، چټياتو او باطلو خوندي وي او هېڅوك په پوره ډول، په وينا كې خونديينه نه لري؛ خو داچې په كړنو او چلن كې هم له ګناه او تېروتنې لرې وي؛ نو هغه ته چې پوهه وركړاى شوې، هغه كسان دي، چې يوازې حق ويني، وايي او كوي يې. دا مطلب له قرآن حکیمه لاس ته راځي. په ځينو رواياتو كې دا كسان په معصومو امامانو عليهم السلام تفسير شوي دي[1127].

((الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ فَأَلْقَوُاْ السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =))

28_ بې ګټې تسليمېدل!: هغه ډېر لږ پيدا كېږي، چې حقيقت د شهود په پړاو كې وويني او بيا هم ترې منكر شي. له همدې لامله، ګناهګاران او ظالمان، چې د مرګ په درشل كې شي او د غفلت او غرور پردې هاخوا كېږي او برزخي سترګې پيدا كوي؛ نو ايمان راوړي؛ خو په دې وخت كې جلا جلا خبرې لري؛ ځينې پر خپلو ناوړو كړنو خوشحالېږي او وايي: ((څه بد چار خو مو كړى نه دى)) دوى هومره په نړۍ كې دروغ ويلي، چې دروغ يې د بدن برخه شوي او سره له دې، چې پوهېږي، د دروغو ځاى نه دى؛ خو بيا هم دروغ وايي! ځينې پښېمانېږي او نړۍ ته ورستنېدا غواړي [1128]. ځينې يوازې ايمان ښكاره كوي؛ لكه فرعون [1129]؛ خو دا يوه خبره به هم و نه منل شي؛ ځكه وخت يې تېر شوى او دا ډول ايمان راوړنه بېړنی اړخ لري او بې ګټې دى[1130].

((وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْاْ مَاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُواْ خَيْرًا لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ =))

30_ تقوى؛ په دنيا او آخرت كې د نېكمرغۍ لامل: په دنيا كې له نېكۍ مراد، په دې نړۍ كې غوره بدله ده. متقيان په نړۍ كې د كړیو چارو په پار، له روغ رمټې ټولنې برخمنېږي، چې پكې په عدالت او احسان امر كېږي او هم د ودې او نېكمرغۍ له مخې پر پاك او سوتره ژوند لاسرسى مومي. دا د پرهېزګارانو او ځان ساتيو دنیوي بدله ده؛ خو آخرت ورته غوره دى؛ ځكه خوشحالي يې نه زوالېږي او نعمت يې بې كړاوه او نېكمرغي يې بې بدمرغۍ ده. له حضرت على (ك) نه په يوه روايت كې لولو: د الله تعالی بندګانو! د الله تعالی بښنې او لورنې ته خورا نژدې حال هله دى، چې انسان د الله تعالی حكم پلى كړي او ټينګه توبه وكاږي. د الهي تقوا سپارښتنه درته كوم، چې ټولې خير ښېګڼې راټولوي او بې له دې خير او ښه نشته او په تقوى، انسان د دنيا او آخرت خير او ښو ته لاسرسی مومي؛ لكه چې الله تعالی ويلي دي: ((وقيل الذين اتقوا. . . . .)) [1131].

((جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآؤُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللّهُ الْمُتَّقِينَ =))

31_ چې څه غواړي، هلته شته: د جنتي نعمتونو په باب له دې پراخ او هر اړخيز تعبير نشته. ان دا تعبير د زخرف سورت په 71 آيت كې له راغلي تعبيره ډېر پراخ دى، چې وايي: ((او هلته به ټول هغه څيزونه وي، چې زړونه یې وغواړي او سترګې پرې خوږېږي)) [1132].

((وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ =))

35_ د نبوت په هكله د بوتپالو شبهه: دا آيت له نبوت منكرو بوتپالو له خولې د نبوت پرخلاف يوه شبهه را اخلي، چې لنډيز يې دا دى، د رسول الله د زمانې بوتپالو وويل: كه رسالت حق واى او له بوتپالنې د پېغمبرانو نهې او د الله تعالی بې اجازې د څيزونو حرامول سم وو او الله تعالی له دې مطالبو سره مخالف واى، بېشكه موږ دا چارې نه كولې؛ ځكه الله تعالی چې څه وغواړي، هماغه كېږي او كه الله تعالی غوښتلاى، چې موږ مشرك نه وسو؛ بيخي به نه وو؛ نو الله تعالی دغسې يو څيز غوښتى نه دى او له آره شريعت او نبوت، نه شتون درلود او نه يې لري. الله تعالی يې په دوو لنډو غونډلو ځوابوي. يو داچې دا خبره، څه نوې خبره نه ده. مخكېنيو مشركانو يې هم بوت لمانځه او د الله تعالی بې اجازې يې ځينې څيزونه حرامول او د پېغمبرانو د منع پروړاندې يې همدا پلمه راوړه او په پايله كې الهي عذاب راونغاړل. دويم داچې پېغمبران يوازې د الهي پېغامونو د رسولو، د خلكو د بلنې او د لارې ورښوونې دنده لري؛ نه داچې په خارق العاده ډول يې توحيد او پر الهي لارښوونو پلي كولو ته اړ كړي[1133].

((وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ=))

36_ توحيد او له طاغوت سره مبارزه؛ د پېغمبرانو د بلنې بنسټ: ددې آيت له مخې، توحيد ته بلنه او له طاغوت سره مبارزه، د ټولو پېغمبرانو د بلنې بنسټ و؛ ځكه كه د توحيد ستنې ټينګې نشي او طاغوت له انساني ټولنو او د انسانانو له انديز چاپېرياله ونه شړل شي؛ نو يوه اصلاحي او سمونپاله کړنلاره هم پلې كېدونې نه ده. طاغوت، د مبالغې صيغه، د طغيان له مادې، له پولې اوړېدونكي پر مانا ده او هم څه چې له الهي پولې د وراوړېدو وزله كېږي، طاغوت ورته وايي. له دې لامله، شيطان، بوت، جبار، زورور، زور مټی او ښاڅمن (ظالم او متكبر) واكمن او هم هغه لار او بهير، چې په ((غير حق)) پاى ومومي، طاغوت ورته وايي[1134].

((إِن تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي مَن يُضِلُّ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ =))

37_ څوك د لارښوونې وړتيا نلري؟: ((چې الله تعالی څوك بېلاري كړي)؛ نو بيا سمه لار نه ورښيي)) ښكاره ده، چې دا غونډله (جمله) د ټولو بېلاريو او منحرفاتو په هكله نه ده؛ ځكه د رسول الله دنده، تبليغ او هدایت دى او تاريخ هم ګواهي وركړي، چې تبليغ او هدایت په ډېرى بېلاريو اغېز شيندي او حق دين مني او عاشقانه دفاع ترې كوي؛ نوځكه دا جمله په هغو وګړيو پورې ځانګړې ده، چې ځېل يې تر روستي بريده رسېدلى او داسې په استكبار، پېسمنۍ (غرور)، غفلت او ګناه كې ډوب دي، چې پر مخ به يې د هدایت ورونه ونه پرانستل شي، چې رسول الله یې څومره هم هدایت ته هڅه وكړي، څه پايله نه لري؛ ځكه د خپلو كړنو له لامله داسې بې لاري شوي، چې نور نو د هدایت وړ نه دي[1135].

((وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ فِي اللّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُواْ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ =))

((الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ =))

41 او 42_ په دنيا او آخرت كې د هجرت لاس ته راوړنې: ددې دوو آيتونو په شأن نزول كې يې روايت كړى، چې يوه ډله مسلمانان په مكه كې تر اسلام راوړو روسته تر سخت دباو لاندې وو او د اسلام د پياوړتيا او نورو ته يې د خپل غږ د وررسولو لپاره، د رسول الله تر هجرت روسته، مدينې ته هجرت وكړ، داسې هجرت، چې د دوى او نورو مسلمانانو د بريا لامل شو. په دې منځو مال كې صهيب (رض)، چې بوډا و، د مكې مشركانو ته يې وويل: زه بوډا يم او زما وسېدل درګټور نه دي او كه مخالف مو وسم، تاسې ته د زيان در رسولو وس نه لرم. راشئ زما شتمني واخلئ او ما پرېږدئ، چې مدينې ته ولاړ شم. مشركانو ورسره ومنله. صهيب (رض) ټوله شتمني وركړه او د رسول الله پلو ته يې هجرت وكړ. ځينو صهيب (رض) ته وويل: ګټوره راكړه وركړه دې وكړه. بيا دا آيتونه نازل شوو او په دې دنيا او هغې كې يې دده او نورو برياوې څرګندې كړې. هو! كه د صدر اسلام د مهاجرينو سرښندنې نه واى؛ بېشكه د اسلام غږ لا په مرۍ كې خپه كېده؛ خو په دې شمېرل شوي او سنجول شوي ټوپ يې، تر لنډې مودې روسته، مكه په خپله ولكه كې راوړه او نړيوالو ته يې د اسلام غږ ورورساوه، او دا په هر ډول شرايطو كې ټولو مسلمانانو ته يو لوست دى[1136].

41_ د مهاجرينو د هجرت موخه؛ روغ رمټه ټولنه: له ښه او مناسب ځايه مراد، يوه اسلامي پاكه ټولنه ده، چې يوازې الله تعالی پكې لمانځلېږي او عدالت او نېكچاري پرې واكمنه وي او د مهاجرينو د هجرت علت د يوې دغسې ټولنې رادبره كول وو[1137].

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ =))

43_ كه نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ: له آره د قريشو مشركانو ګومان كاوه، چې بشر د نبوت مقام ته د وررسېدو صلاحيت نه لري او نبوت او رسالت د پرښتو چار دى. الله تعالی په ګڼ شمېر آيتونو كې دا نيوكه ځوابوي، چې يو يې هم دا آيت دى، چې نه يوازې د اسلام رسول الله؛ بلكې ټول پېغمبران، د بشر له جنسه خلك او انسانان ول، چې يوازې وحې ورته كېده او ګومارل شوي وو، چې خلك په توکیزه توګه الهي دين ته وبولي او خلكو یې هم په خپله خوښه بلنه منله يا نه. بيا ددې مطلب جوتولو ته وايي: پردې حقيقت د پوهېدو لپاره پوهانو ته ورشئ او و یې پوښتئ (؛ يعنې كافرانو! كه دا مطلب د اسلام له رسول الله نه منئ، د كتابيانو پوهان، په تېره يهوديان وپوښتئ) چې د رسول الله دښمنان او ستاسې دوستان دي، چې پېغمبران يې څرنګه وو. بېشكه هغوى به هم د قرآن حکیم خبره درته وكړي؛ البته دا غونډله، ((كه نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ)) موږ دې مهم عقلي آر ته ورسيخوي، چې كه څوك پر هر مطلب نه پوهېږي؛ نو ځان پوهاوي ته دې د هماغه مطلب كار پوه ته ورشي. له همدې لامله، په ډېرى رواياتو كې، اهل ذكر په اهلبيتو تفسير شوي؛ ځكه د ثقلينو په حديث كې د رسول الله د څرګند نص له مخې دوه مرجع؛ ((قرآن حکیم او اهل بيت)) خلك په خپل دين كې له ناپوهۍ او بېلارۍ ژغورلاى شي؛ نو بايد دين پوهاوۍ ته همدوى ته ورشو[1138].

((بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ =))

44_ د قرآن حکیم حقيقي مفسران: له دې آيته په څرګنده ګټنه كېږي، چې لومړى، قرآن حکیم په يوازېتوب بسيا نه دى او داسې چاته اړتيا لري، چې آيتونه يې توضيح او څرګند كړي؛ دويم هر څوك ددې مهمې دندې د سرته رسولو صلاحيت نه لري. ددې آيت له مخې، رسول الله د الهي آيتونو د تفسير اجازه لري او د قرآن حکیم د آيتونو په تفسير او څرګندولو كې يې اهل بيت هم ورسره يوځاى كېږي. دا مانا د ثقلينو له متواتر حديث او نورو رارسېدلو احاديثو جوتېږي؛ خو د امت نور وګړي؛ لكه اصحاب، تابعين يا ديني عالمان – خپله قرآن حکیم يا د پېغمبر د وينا بې لاسونده – د قرآن حکیمي آيتونو توضيح ته يوه منلې مرجع كېداى نشي؛ ځكه په دې آيت او نورو ډاډمنو ديني نصوصو كې رانغاړېداى نشي[1139].

((أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرؤُوفٌ رَّحِيمٌ =))

47_ ويښوونكي ګواښونه؛ د الهي لورنې يوه بېلګه: په دې آيت كې سوكه سوكه، په وېروونكيو ګواښونو له نيونې مطلب دادى، چې په وګړيو پسې يو دم الهي عذاب نه راځي؛ بلكې پرلپسې ګواښونه ورځي، كه ويښ شوو او توبه يې وايسته؛ خو ښه، كه نه روستۍ سزا به يې راونغاړي. دا ډول سزاګانې هغوى ته دي، چې سرغړونه او ګناهونه يې تردې بريده رسېدلي نه وي، چې د ستنېدو لار يې نه وي؛ بلكې شونې ده، په چاپېريال كې يې د دردناكو پېښو (؛ لكه مالي كړاوونه، رنځورۍ يا يې د خپلوانو مرګ او. . . . .) په رامنځ ته كېدو ويښ شي. نوځكه لورنه په همدې ډلې پورې ځانګړې ده، چې لا تر اوسه يې له الله تعالی سره ټولې اړيكې پرې كړي نه دي او تر شا يې خپل پلونه ويجاړ كړي نه دي او په هغو ډلو پورې څه تړاو نه لري، چې په دوو مخكېنيو آيتونو كې يادې شوې دي[1140].

((أَوَ لَمْ يَرَوْاْ إِلَى مَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلاَلُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالْشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِلّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ=))

((وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ =))

48 او 49_ څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، الله تعالی ته سجده كوي: د سجدې حقيقت، نهايي خضوع، تواضع، عاجزي او نمانځنه ده او موږ چې په اوو غړيو دا معمولي سجده كوو او (كه د حقيقت له مخې په خضوع او عاجزۍ وي)؛ نو ددې عام مفهوم يو مصداق دى. داچې په پنځون كې ټول ژوي د هستۍ ټولیزو قوانينو ته تسليم دي او ددې قوانينو له بهيره نه كږېږي او دا ټول قوانين د الله تعالی له لوري دي؛ نو ټولو يې فرمان ته غاړه ايښې او سجده ورته كوي او دا ټول د پوه، ځواكمن، بې پايه او مړه خوا شتون يوه نښه ده. ان د اجسامو سيوري، چې هره ورځ د لمر په راختو او كېووتو بدلون مومي، ښي او كيڼ لوريو ته حركت كوي، د حال په ژبه د الله تعالی پروړاندې خپله بنده ګي او تواضع اعلانوي، چې د هغه د بې پايه شتون يوه نښه ده[1141].

((وَيَجْعَلُونَ لِمَا لاَ يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ =))

56_ په څارويو او كرنې كې د بوتانو برخه: د مشركانو له ناوړو دودونو ځنې يو دا هم و، چې د خپلو عايداتو يوه برخه يې بوتانو ته ځانګړې كوله. دا برخه د اوښانو او څارويو يوه برخه او د كرنې يوه برخه وه، چې مشركانو په جاهليت كې د بوتانو برخه ګڼله او د دوى په لار كې يې لګوله؛ حال دا د بوتانو له لوري نه ګټه ور رسېده او نه يې له زيانه ډارېدل، چې په دې چار يې له خطره بچ شي، دا يوه خورا احمقانه راكړه وركړه وه، چې كوله يې[1142].

((وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ =))

57_ الله تعالی ته پر لوڼو درلودو قايلېدل: د مشركانو يو بل سپېره دود دا و، چې الله تعالی ته (چې له هر ډول جسماني ټكو پاك دى) پر لوڼو درلودو قايلېدل او ګروهن و، چې پرښتې د الله تعالی لوڼي دي؛ خو چې خپل وار به يې راورسېد؛ نو چمتو نه وو، چې همدا لوڼې په ځان پورې وتړي، له آره لور عيب، ننګ، بد مرغي او د سرځوړندۍ لامل ورته شمېرل كېده او زوى ځکه ورته ارزښتمن و، چې په جګړو او لوټ كې يې برخه اخسته او عايدات يې ورته ترلاسه كول[1143].

((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ=

((يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ=))

58 او 59_ د لوڼو ژوندۍ ښخول: د هغو مشركانو په اړه، چې د لوڼو ژوندي ښخول پكې دود وو، ويل شوي، چې د خپلو مېرمنو تر زېږون وړاندې يې يوه کوشنۍ كنده ايسته، كه زوكړه نجلۍ وه، په كنده كې يې ايښووله او خاورې يې پرې ور اچولې، چې ومري. دا چار يې د نېستۍ د ډار له لامله و؛ ځكه زامنو كار كاوه او توليدوونكي ول؛ خو نجونې يوازې لګښتيانې وې. همداراز ويلي يې دي، چې دا جنايت د ((بني تميم)) له ټبره پيل شو. داسې، چې د ايران له كسرا سره په جګړه كې يې ماتې وکړه او ښځې او اولادونه يې بنديان شول او لښكر د كسرا دربار ته بوتلل. هلته يې نجونې په مينزتوب وساتلې او چې څه موده روسته دواړو لوريو سوله وكړه، بني تميم د خپلو بنديانو د راستنېدا غوښته وكړه. د كسرا دربار، بنديانو ته خپله خوښه وركړه، چې ځي که پاتېږي؛ خو يو شمېر نجونو پاتېدل غوره كړل. د بني تميم سړي غوسه شول او هوډ يې وکړ، چې تر زېږون روسته به نجونې ژوندۍ ښخوي، هسې نه د دښمن لاس ته ورشي او دوى سركوزي شي. ورپسې ځينو ټبرونه ددې دود پلیوني (لاروي) شول او دا دود پكې خور شو[1144].

((وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ =))

۶۱_ له دَآبَّةٍمطلب څه دی؟: د احتمال له مخې، دلته له (( دَآبَّةٍ)) (خوځنده) مراد، انسان دى؛ ځكه انسان هم يو خوځنده دى، چې حركت كوي؛ نوځكه آيت داسې مانا كېږي: كه الله تعالی و غواړي، خلك د خپلو ظلمونو په پار مجازات كړي، داسې، چې چا ګناه كړې وي، پر عذاب اخته شي؛ نو د ځمكې پر مخ به يو خوځنده انسان هم ژوندى پاتې نشي؛ ځكه ډېرى خلك (خو معصوم او پاكلمني نه دي) ګناه كوي او هلاكېږي او ډېر لږ خلك؛ يعنې پېغمبران او امامان علیه السلام ، چې معصوم دي، اصلاً نړۍ ته نه راتلل؛ ځكه له دوى وړاندې غير معصوم مورو پلار يې د ګناهونو په پار له منځه تللي وو. ښايي له خوځنده مطلب ټول څاروي او ځناور وي. په دې حال كې، د انسان د ګناهونو په پار د څارويو او نورو خوځندګانو د منځه تګ علت ته دا مخونه وركول كېږي، چې د قرآن حکیم له مخې، ټول ځمكني ژوي، د انسان تكامل او ګټو لپاره راد بره شوي دي. نوځكه كه انسان نه وي؛ نو شتون يې خوشې او بې ګټې دى؛ لكه چې د بقرې سورت په 39 آيت كې لولو: ((الله تعالی، څه چې د ځمكې پر مخ شته، درته وپنځول)) [1145].

((تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

63_ شيطان؛ د كافرانو بولندوى: دا غونډله ((نن هغه (شيطان) مو ولي او پالندوى دى)) د رسول الله د زمانې مشركو عربو ته اشاره ده، چې د مخكېنيو امتونو د كږو كړلارو پلیوني (لارويان) ول، چې شيطان يې كړنې ښكلې ور انځور كړې وې او نن شيطان ددې مشركې ډلې پالندوى دى[1146].

((وَإِنَّ لَكُمْ فِي الأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِلشَّارِبِينَ =))

66_ شيدې؛ د الله تعالی يوه نښه: د شيدو توليد دود، د الله تعالی د پوهې او ځواك له نښو ځنې ده. خوندورې شيدې د هضم شويو خوړو او وينې ترمنځ پيدا كېږي، حال دا، له دوى سره نه ورګډېږي او نه يې بوى او خوند لري. هو! هماغه الله تعالی، چې دغسې ځواك لري، د انسان د بدن اجزاوې تر ورستېدو او خورېدو روسته راټولولاى او ژوندي كولاى شي (د شيدو د جوړېدو پر دود او ګټو د زياتو پوهېدو لپاره وګورئ، تفسير نمونه تر همدې آيت لاندې[1147]).

((وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ))

67_ د شرابو جوړول؛ له الهي نعمتونو ناوړګټنه: څرګنده ده، چې قرآن حکیم په دې آيت كې له خرما او انګورو د شرابو جوړونې اجازه وركړې نه ده؛ بلكې ددې په پامنیوي، چې مسكرات يې د ښې او پاكې روزۍ په مقابل كې راوړي، د شرابو بندیز، تحريم او نامطلوب والي ته يې لنډه اشاره كړې ده؛ نوځكه څه اړتيا نشته، چې ووايو دا آيت د شرابو له تحريمه وړاندې نازل شوى دى؛ بلكې اپوټه حراموالي ته يې اشاره كوي او ښايي د شرابو د تحريم په باب لومړى ګواښ وي. ته وا قرآن حکیم د الهي نعمتونو په يادولو، ترې ناوړګټنې ته هم اشاره كوي[1148].

((وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ =))

68_ د شاتو مچۍ ته وحې: څوك پر يو څيز پوهول، د وحې مانا ده؛ داسې چې نور ترې خبر نشي؛ نو په غريزه کې څاروى په يو څيز پوهول وحې ده؛ يا په خوب، وسوسې يا اشارې د يو مطلب ورپوهول، وحې ده. په قرآن حکیم كې وحې په دې هرې يوې مانا كارول شوې ده؛ البته ديني ادب داسې دود كړې، چې وحې يوازې هغې خبرې ته ويل كېږي، چې پېغمبر ته وراستول كېږي[1149].

((ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ =))

69_ شات؛ د ډېری رنځوريو درملنه: شات ډېرې ځانګړنې لري، چې روغتيا ته ګټور او د رنځوريو مخنيوي او درمنلې ته اغېزمن دي. په اسلامي رواياتو كې هم د شاتو پر درمليزې ځانګړنې ټينګار شوى دى. له امامانو په ګڼ شمېر رواياتو كې راغلي ((رنځور يوازې په شاتو خپله رنځوري درملولاى شي)) (د ډېرو معلوماتو لپاره تر همدې آيت لاندې تفسير نمونه وګورئ)[1150].

((وَاللّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لاَ يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ =))

70_ خوار عمر يې: په سمه توګه خوار عمرۍ ته موده ټاكلاى نشو؛ ځكه د بدن د ادراكي قواوو له منځه تلل او د هېر پيل د وګړيو د بدني روغتيا د ځواک په كچې پورې اړه لري؛ خو زیاتره له (۷۵) كلنۍ پيلېږي. ځينې روايات هم دا موضوع تاييدوي[1151].

((وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ))

72_ كورنۍ؛ يو ستر نعمت دى: دې آيت، بشريت ته د الله تعالی د يو ستر نعمت (كورنۍ) يادونه كړې، چې د بشري ټولنې بنسټ پرې ولاړ دى او د انساني ژوند غځونه هم ورپورې اړه لري. د ښځې او نر واده، د انسان د ځوځات د پايښت پر تضمين سربېره د هر يو د ارامۍ لامل هم دى او همداراز په دې چاپېريال كې د ګډكارۍ او لاسنيوي روحيه (چې انسانان سخت ورته اړين دي) بڼه مومي. د كورنۍ هر غړى په يو ډول د بل په چوپړ كې وي او په دې توګه، يو د بل اړتياوې پوره كوي او په دې کوشنيو ډلو كې بشري ستره ټولنه خپل ژوند غځوي. بېشكه كه انسانان دا ښكلې او تكويني اړيكه پرې كړي او وغواړي د كورنۍ بنسټ له منځه يوسي؛ نو خپلې پښې به يې وهلې وي او ډېر وخت به پردې خاورينه كرې پاتې نشي؛ ځكه يو بنسټ هم ددې تود او سوله ستاړي چاپېريال ځاى نيواى نشي[1152].

((وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ =))

73_ رزق او روزي د بوتانو په واك كې نه ده: مشركانو په دې انګېرنه بوتان نمانځل، چې په خپل برخليك، ګټې او زيان كې يې اغېزمن ګڼل. پوهېږو، چې رزق او روزي د انسان د ژوند له مهمو چارو ځنې ده؛ كه دا روزي له اسمانه راكوزېږي (؛ لكه باران يا د لمر وړانګې او په څېر يې) يا له ځمكې راټوكېږي او راسپړل كېږي، دا يو يې هم د بوتانو په واك كې نه دي. بوتان بې ارزښته ژوي دي، چې اراده نه لري او يوازې د مشركانو کږنو انګېرنو (خرافاتو) او جاهلي تعصبونو ونډه وركړې ده[1153].

((فَلاَ تَضْرِبُواْ لِلّهِ الأَمْثَالَ إِنَّ اللّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ =))

74_ الله تعالی مثل او ورته نه لري: دا غونډله هغو كسانو ته وايي، چې الله تعالی په خپلو نيمګړيو عقلونو يادوي او له همدې لامله يې له نورو موجوداتو سره ورته كاوه؛ لكه ويل يې: لكه څنګه چې انسانان اولاد لري، الله تعالی يې هم لري او پرښتې، د الله تعالی لوڼې دي؛ يا الله تعالی له جنياتو او پېريانو سره خپلوي لري؛ يا يې پوښتل، چې هغه څرنګه وراسته هډوكي ژوندي كولاى شي. دا خبرې يې ځكه كولې، چې الله تعالی يې له نورو مخلوقاتو سره (چې د دغسې چار وس يې نه درلود) پرتله كاوه. الله تعالی په دې آيت كې وايي: داچې تاسې د چارو له حقايقو او الهي ذاته بې خبره ياست؛ نو حق نلرئ، هغه ته په ورته والي قايل شئ او له خپلو مخلوقاتو سره يې پرتله كړئ[1154].

((ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً عَبْدًا مَّمْلُوكًا لاَّ يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَن رَّزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ =))

((وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

75 او 76_ د توحيد ارزښت او د شرك بې ارزښتۍ ته دوه ښكلې بېلګې: په دې دوو آيتونو كې د توحيد پر ارزښت او د شرك پر بې ارزښتۍ د پوهېدو لپاره دوه ښكلې بېلګې ويل شوي دي. په 75 آيت كې دوه انسانان پرتله شوي دي: يو بېوس او نشتمن، چې د بل بنده دى او له ځانه واك نلري، بل وسمن او شتمن دى، چې هر وخت خپله شتمني لګولاى شي. دا يادونه او توصيف، وسمن الله تعالی او د مشركانو بېوسه معبودانو ته يو مثال دى. الله تعالی مړه خوا دى او ټول كمالونه له هغه دي. هر چار ته يې لاسونه پرانستې دي او څوك يې د ارادې مخه نيولاى نشي؛ خو د مشركانو معبودان د الله تعالی مملوك دي او له ځانه واك نلري. په 76 آيت كې هم د توحيد د پوهولو لپاره بل مثال راوړل شوى، چې د دوو انسانانو پر تلنه ده: يو كوڼ او ګونګى دى، چې پر نورو پېټى دى او يو كار يې هم له لاسه نه كېږي. بل پر سمه لار عادل او وسمن انسان دى. بېشكه دا دواړه انسانان يو رنګ نه دي. دا يو مثال دى، چې د الله تعالی او بوتانو (يا نور څيزونه، چې بې له الله نمانځلېږي) ترمنځ د توپير انځورنې ته راوړل شوى؛ هغه بېوسي بوتان، چې په خپل شتون كې هم الله تعالی ته اړين دي او هغه وسمن الله تعالی، چې ذره هومره نيمګړتيا ورته لار نلري او اراده يې پر دې ده، چې نور موجودات هم كمال ته ورسوي3.

((وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلاَّ كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

77_ قيامت، د سترګې رپ هومره اسان دى: ددې غونډلې موخه، الله تعالی ته د قيامت د آسان جوړېدو بيان دى، كه څه د الله تعالی په وينا (اعراف 187) په اسمانونو او ځمكه كې قيامت، دروند او ډېر له اهميته ډك دى او مخلوقاتو ته يو سخت او ستونزمن چار دى؛ خو الله تعالی ته د سترګې رپ هومره اسان دى؛ البته دا تشبيه، د چار د اسانۍ كنایه ده؛ ځكه انسانانو ته د سترګې رپول، يو خورا اسان چار دى؛ خو الله تعالی ته تردې هم خورا اسان دى او له آره هغه ته سختي او اساني څه مفهوم نه لري؛ ځكه ((بېشكه چار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي (؛ نو) يوازې ورته وايي، چې: ((شه!))؛ نو (بس) شي)). په همدې دليل يې سملاسي ويلي دي: ((هُوَ أَقْرَبُ)) (او يا تردې هم نژدې)! 4.

((وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ =))

80_ د څارويو د ويښتانو توپير؛ يو بل نعمت: پوهېږو د څارويو پر پوټكي، چې ويښتان ټوكېږي، ځينې يې وژغنې (پوره ځيګه) دي، چې په عربي كې ورته ((شَعر)) وايي (او جمع يې اشعار دى) او كله (لږ پاسته او نرم) وي، چې وړى ورته وايو او په عربي كې يې ((صوف)) نوموي (او جمع يې اصواف دى) او كله پت هم (تردې ښه پاسته او نرم) وي او په عربي كې ((وَبَر)) ورته وايي (او جمع يې اوبار دى). ښكاره ده، چې د ويښتانو دا توپير ددې لاملېږي، چې هر يو يې په ځانګړى ځاى كې ولګېږي، له يوه فرش جوړېږي، له بل جامې او له بل كېږدۍ او په څېر يې1. د ((إِلَى حِينٍ)) (تر يو ټاكلي وخت) قيددې ټكي ته اشاره ده، چې ټول نعمتونه فاني او له منځه تلونكي دي؛ نو ښايي عقلمن يې په پار خپل آخرت له لاسه وركړي2.

 ((وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلاَلاً وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ =))

81_ د سيوري نعمت: په دې آيت كې، سيوري، كه د ونو يا نورو څيزونو وي، د الهي ارزښتناك نعمت په توګه ياد شوي دي او حقيقت هم همدا دى؛ ځكه لكه څنګه چې انسان په خپل ژوند كې رڼا ته اړتيا لري، په ډېرى وختونو كې سيوري ته اړين دى؛ ځكه كه تل رڼا وي؛ نو ژوند به ناشونى وي. همدغسې پوهېږو، چې موږ ځمكمېشتو ته ستر سيورى، د ځمكې د كرې سيورى دى، چې شپه نو مېږي او نيمه ځمكه رانغاړي. هېڅوك په انساني ژوند كې ددې ستر سيوري له ونډې سترګې پټولاى نشي، همدغسې د ورځې په ترڅ كې په بېلابېلو سيمو كې د کوشنيو سيورو ونډه هم[1155].

81_ د اوسپنېزو زغرو نعمت: په ظاهره له ((او داسې اغوستن)=زغرې(هم، چې په جګړو كې مو ساتي((مراد، هغه زغرې دي، چې له اوسپنې او يا يې په څېر له نورو څيزونو جوړېدې او جګړه ماران يې له ګوذارونو ساتل[1156].

((يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ =))

83_ پاكلمني مخكښان؛ خورا ستر الهي نعمت: د نعمت الله مفهوم داسې پراخ دى، چې ټول توکیز او مانيز نعمتونه او ان پخپله رسول الله رانغاړي. د اهل بيتو علیه السلام په رواياتو كې لولو، چې له نعمت الله مراد، د امامانو شتون دى. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو: ((پر الله تعالی قسم، موږ نعمت الله يو، چې الله تعالی پرې خپل بندګان په خپلې لورنې كې رانغاړلي او نېكمرغان په موږ نېكمرغه كېږي)) څرګنده ده، چې نېكمرغي او بريا هله شونې ده، د رښتينو مشرانو له مشرۍ ګټنه وكړو او دا يو څرګند الهي نعمت دى، چې دلته د يو څرګند مصداق په توګه ياد شو[1157].

((وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لاَ يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ وَلاَ هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ =))

84_ پر هغه ورځ، چې له هر امته پرې يو ګواه راپاڅوو: د قرآن حکیم له آيتونو او د معصومينو له رواياتو ګټنه كېږي، چې په هر وخت كې د الله تعالی حجت (كه پېغمبر وي يا يې وصې) د خپل امت له كړنو خبر دى او د قيامت په نياوتون كې به د خپلو خلكو په باب ګواهي وركړي؛ لكه چې دا ټكى د همدې سورت 89 آيت بيا وايي[1158].

((وَإِذَا رَأى الَّذِينَ أَشْرَكُواْ شُرَكَاءهُمْ قَالُواْ رَبَّنَا هَـؤُلاء شُرَكَآؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوْ مِن دُونِكَ فَألْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ =))

86_ د بوتانو او بوتپالو دعوا: خپلو دروغجنو بوتانو ته د مشركانو له اشارې موخه داده، چې ښايي د خپل عذاب يوه برخه ورولېږدوي، له همدې لامله وايي: ((پالونكيه! دوى هغه شريكان دي، چې ستا پرځای مو نمانځل))؛ البته دا يو دروغ خبره نه ده، چې بوتان به يې دروغ وګڼي؛ خو شونې ده، دا دروغ ګڼل په دې پار وي، چې ساختګي معبودان، نمانځنې ته خپل لياقت او وړتيا دروغ ګڼي؛ يا داچې مشركانو يوه بله غونډله هم ورزياتوله، چې خدايه، دا معبودان زموږ په وسوسه كولو كې هم شريك وو او په ځواب كې اوري، چې تاسې دروغ وايئ؛ موږ د وسوسې واك نه درلود[1159]. بلخوا داچې عبادت د معبود په درشل كې د بنده د حضوع پر مانا دى او دا تړاو، بې د معبود له علم او پوهې ناشونې دى او داچې د مشركانو نمانځنه يو اړخيزه او بې د بوتانو له پوهې وه؛ نو بوتان، الله تعالی شاهد نيسي، چې موږ يې له عبادته ناخبره (او غافل) وو[1160].

((وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَـؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ =))

89_ د بېلاريو ګواه: ددې غوڼدلې په تفسير كې او داچې له ((هؤلاء)) مراد كوم كسان دي او په قيامت كې د اسلام رسول الله پر چا ګواه دى؛ مفسرانو پرې ډېرې خبرې كړې دي؛ خو دوه خبرې ډېر پاموړ دي: لومړى داچې له ((هؤلاء)) مراد، د رسول الله امت دى او لكه څنګه چې د هر امت پېغمبر پر خپل امت ګواه و، د اسلام رسول الله هم پر خپل امت ګواه دى. دويم داچې له ((هؤلاء)) مراد؛ نور ګواهان دي. توضيح داچې له پيله د نړۍ تر پايه ټول امتونه ځان ته ګواهان لري (چې پېغمبر يا يې وصي دی) او د اسلام رسول الله پر ګردو ګواهانو شاهد دى. په دې توګه د آيت مانا داسې كېږي، چې په هرې زمانې كې د الله تعالی حجت د خپل امت پر حالاتو خبر دى او د قيامت په محکمه كې به يې په اړه شاهدي وركړي. البته د قرآن حکیم په آيتونو او رواياتو كې ځيرنه دويم نظر تاييدوي[1161]. د ډېرو معلوماتو لپاره د بقرې سورت د 143 آيت څرګندنه ولولئ.

89_ قرآن حکیم؛ د هرڅه څرګندوونكى: په ظاهره له دې جملې مطلب دادى، چې قرآن حکیم د انسان د لارښوونې او هدايت اړوند ټول څيزونه څرګند كړي دي؛ ځكه قرآن حکیم د ښيون كتاب دى، نه يو ستر دايرة المعارف؛ چې د رياضي، جغرافيا، تاريخ، كيميا، فزيك، ګيا پېژندنې او. . . . . . ټول جزئيات پكې راغلي وي او كه كله دې علومو ته څه اشارې كوي، موخه يې هدایت او انسان جوړونه ده؛ نوځكه ((قرآن حکیم د هر څه څرګندوونكى دى)) مانا داده، چې بشر د ښيون او خپلې ابدي نېكمرغۍ په چار كې، څه ته اړتيا لري. په قرآن حکیم كې راغلي دي؛ لكه چې له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو: ((الله تعالی په قرآن حکیم كې هر څيز ويلى دى. پر الله تعالی قسم، د الله تعالی بندګانو، چې كوم څيز ته اړتيا درلوده، ټول يې راخستي او شاته يې اچولي نه دي، چې هسې نه څوك ووايي، چې كاشكې په قرآن حکیم كې دغسې يو څيز رانازل شوى واى. الله تعالی په قرآن حکیم كې د خلكو د اړتيا وړ څيزونه نازل كړي دي))؛ البته د قرآن حکیم پر لوړو زده كړو د پوهېدو لپاره بايد د هغه حقيقي عالمانو (؛ يعنې رسول الله او امامانو عليهم السلام) ته مراجعه وكړو او له دې رڼو چينو خړوب شو [1162].

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ =))

90_ هر اړخيزې ټولنيزې كړنلارې: دا آيت، په ټولنيزو، انساني او اخلاقي چارو كې د اسلامي ښوونو يو هر اړخيزه بېلګه څرګندوي. په پيل كې وايي: ((الله تعالی پر عدل، احسان او خپلوانو ته پر ډالۍ وركولو امر كوي)). عدل هماغه قانون دى، چې د هستۍ نظام يې پر چورلیځ چورلي او په دې مانا ده، چې هر څيز دې پر خپل ځاى وي؛ نوځكه هر ډول كوږوالى، افراط، تفريط او د نورو پر حقوقو تېرى، د عدل د آر پرخلاف چارې دي؛ خو دا عدل (د ټول ځواک، دبدبې او ژور اغېز سره سره) په كړكېچنو او استثنايي حالاتو كې، په يوازې ځان كار سازی نه دى؛ نو سملاسي ورپسې د نېكۍ كولو او احسان امر كوي. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((عدل، د انصاف مراعاتول او احسان، د ډېرو وركړه ده)). آيت په درې رغنده آرونو پسې پر درېيو نهې شويو آرونو لګيا كېږي او وايي: ((الله تعالی له فحشاء، منكر او ظلمه نهې كوي)). فحشاء پټو ګناهونو او منكر ښكاره ګناهونه ته اشاره ده. او بغى له حقه هر ډول تېرى، ظلم او ځان غوره ګڼل دي. دې آيت ته پاملرنه او پلي كول يې، بسیا ده، چې نړۍ آباده، ښېرازه او له هر ډول بدمرغۍ تشه كړي. له همدې لامله له رسول الله (ص) څخه په يوه روايت كې لولو: ((د الله تعالی په دې وينا كې د تقوا ټولګه ده: ((ان الله ياءمر بالعدل و. . . . .))))[1163].

((وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِن بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلاً بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ =))

92_ ژمنماتي: الله تعالی په ټوليز ډول په مخكې آيت كې د قسم له ماتولو نهې كړې. ورپسې په دې آيت كې يې هغوى چې (تر ټينګ قسم خوړو او د الله تعالی د رضا تر منلو روسته) خپل قسمونه ماتوي، له هغې احمقې ښځې سره ورته كړې، چې خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي. ويل شوي، چې دا آيت د ((ريطة بنت عمرو)) په نامه يوې احمقې ښځې ته اشاره ده، چې تر غرمې به يې له خپلو مينزو سره وړۍ ورېشلې او بيا يې ويل، چې بېرته يې اومړئ او همدا يې كارو. [1164]

((وَلاَ تَتَّخِذُواْ أَيْمَانَكُمْ دَخَلاً بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُواْ الْسُّوءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ =))

94_ د ژمنې او تړون ماتونې دوه ناوړې پايلې: دې آيت تړون ماتونې او له قسمونو خيانت ډولې ګټنه دوه ناوړې پايلې يادې كړي دي: 1_ ددې چلن له لامله د خلكو ډاډ له منځه ځي او يو شمېر ايمان راوړوونكې په خپل ايمان كې سستېږي. 2_ په آخرت كې د انسان الهي عذاب پر برخه كېږي)1(. كه څه دا آيت او ورپسې آيت، په عمومي توګه هر ډول تړون ماتونه او له سمونو ناوړګټنه نهې كوي؛ خو د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې، ددې آيتونو يو ستر مصداق، د حضرت علي د ولايت تړون ماتونه وه، چې رسول الله له خلكو اخستى و. هو، ددې حياتي تړون ماتونه، لامل شوه، چې ډېرى انسانان له سیده الهي لارې واوړي او بلخوا، تړون ماتي په الهي عذاب كې راګېر شي[1165].

((مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

96_ ژوند ته د تلپاتینې رنګ ورکړو: د توکیزې (مادي) نړۍ طبيعت، نېستېدنه (فنا) او له منځه تګ دى؛ خو كه توکیز (مادي) ژوند په يو ډول د الله تعالی له سېڅلي ذات سره په اړيكه كې كړو او يوازې الله تعالی او لارې ته يې وكارو؛ نو د تلپاتېينې رنګ خپلوي. په همدې دليل، پېغمبران، امامان، رښتوني پوهان، شهدا او ان صالح كړه وړه له ابديت سره مل دي، له بني كريم (ص) څخه په يو حديث كې لولو: ((چې د آدم زوى له نړۍ ځي بې له درې څيزونو نور له هر څه یې هيلې پرې كېږي: 1_ جاريه صدقات (د خير چارې، چې د خلكو په چوپړ او د الله تعالی لپاره وي). 2_علم، چې خلك ترې ګټه اخلي. 3_ صالح اولاد چې دعا ورته كوي)). همداراز له علي (ك) روايت شوى دى: ((د دوو كړنو ترمنځ توپير دى: هغه كړنې، چې خوند يې له منځه تلونكى دى او پيكه پايلې يې پاتېږي او هغه كړنې، چې كړاو يې تېر شوى او اجر يې پاتېږي)) [1166].

96_ بدله؛ د غوره كړنو له مخې: دا تعبير، دا ټكى څرګندوي، چې د صابرانو نېكې كړنې يو رنګ نه دي؛ ځينې ښې او ځينې ډېرې ښې دي؛ خو الله تعالی ټولې د ډېرو ښو په كتار كې راولي او د ډېرو ښو اجر وركوي او دا نهايي ستر توب دى، چې څوك څو ډوله كالي_ عالي، ښه او منځو مال_ پلور ته وړاندې كوي؛ خو پيروونكى ټول د عالي په بيه واخلي[1167].

((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =))

97_ پاك ژوند: الله تعالی په دې آيت كې نېكچاريو مؤمنانو ته ژمنه وركړې، په عين دې كې، چې د نورو خلكو په څېر ژوندي دي؛ خو دوى به له نوي او پاك ژونده برخمن كړي: نورانيت او ليدانه، چې حق له باطلو جلا كولاى شي. له همدې لامله مؤمنان له توکیزې (مادي) نړۍ زړه پرې كوي او ځان له عزتمن الله تعالی سره نښلوي. دا نښلون او تړاو، د ((پاك ژوند)) حقيقت دى؛ ځكه ځانونه يې له داسې شتون سره نښلولي، چې يوه ذره نيمګړتيا نلري او په دې حال كې، انسان ځان داسې عزتمن او با دبدبه مومي، چې په خوله نه راځي؛ ځكه داسې ژوند يې ترلاسه كړى، چې مرګ، كړاو، رنځ، درد او بدمرغي پكې سوړه كړاى نشي[1168].

((فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ =))

98_ د قرآن حکیم د لوست پرمهال الله تعالی ته د پناه وروړو مانا: په ټوليز ډول دوه څيزونه د حقايقو پېژندو ته اړین دي؛ د حق بربنډتوب او د ليد او درك وزله. بېشكه د قرآن حکیم څېره خورا ښكاره ده؛ خو شونې ده، شيطان او شيطان ډولي د هوى، هوس او ځاني غوښتنو په ملتيا له انسانه د ښاندې (پېژندنې) ځواک واخلي؛ لكه چې په يو حديث كې وايو: ((كه شيطانان د بنيادمانو له زړونو ګرد چاپېره نه تاوېدل؛ نو د اسمانونو ملكوت او باطن يې ليداى شو)) ځکه، د حق لارويانو ته ړومبى شرط، د نفس پاكوالى، ځان ساتنه او تقوا ده او په ډاګه بايد ووايو، له دې آيته مراد، دا نه دى، چې د ((اعوذ بالله من الشيطان الرجيم)) پر ويلو قناعت وكړو؛ بلكې بايد دا ذكر پر فكر او فكر پر يو دننني حالت واړوو او د هر آيت د لوست پرمهال داچې شيطاني وسوسې زموږ او د الله تعالی د كلام ترمنځ خنډ نشي؛ نو الله تعالی ته پناه وړو[1169].

((وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَـذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ =))

103_ كافرانو، قرآن حکیم پر چا ورتړه؟: داچې دا آيت چاته اشاره كوي، بېلې بېلې خبرې شوي دي. له ټوله يې پوهېداى شو، چې هغه يو مسيحي رومى او د بني حضرمي ازاد شوى مريي و، چې په مكه كې اوسېده او د كتابيانو پر كتابونو پوه و. مشركانو، رسول الله تورناوه، چې قرآن حکیم يې ترې زده كړې دى. قرآن حکیم يې په ځواب كې وايي، چې له آره خو د هغه سړي ژبه عربي نه وه؛ حال دا قرآن حکیم په څرګنده عربي دى او ناشونې ده، هغه ناعرب (عجم) عربي فسيح قرآن حکیم د پېغمبر په څېر يو تن ته چې په لوست او ليكلو هم نه پوهېده ورزده كړي[1170].

((إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأُوْلـئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ =))

105_ مؤمن دروغ نه وايي: دا آيت، د دروغو د بدرنګۍ په اړه خبرې كوي او دروغجن له كافرانو او د الهي آيتونو له نمښتو سره په يوه ليكه كې ګڼي. كه څه د آيت اشاره پر الله تعالی او رسول الله تور او افترا ته ده؛ خو د دروغو بدرنګي پكې انځور شوې. ددې آيت له مخې، دروغ له ايمان سره اړخ نه لګوي؛ ځكه دروغ د نفاق له نښو ځنې دي او نفاق له ايمان سره اړخ نه لګوي[1171]. په يوه حديث كې لولو، چې رسول الله وپوښتل شو: ايا مؤمن زنا كوي؟ و یې ويل: ((شونې ده)). ايا مؤمن غلا كوي؟ و یې ويل: ((شونې ده [چې پر دغسې ګناهونو اخته شي؛ خو خپله ايمان يې پاتېږي])). ايا مؤمن دروغ وايي: و یې ويل: ((نه)) ورپسې يې دا آيت ولوست: ((إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ))[1172].

((مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ =))

106_تقيه: له رواياتو ګټنه كېږي، چې دا آيت د عمار ياسر (رض) په باب نازل شوى دى؛ په دې توګه، چې د قريشو مشركانو د ده مورو پلار (سمیه او ياسر) او د بلال او خباب په څېر څو تنه نوي مسلمانان شوي ونيول، چې له خپل دينه وګرځي او له رسول الله كركه څرګنده كړي؛ نوځكه يې وربړول، تردې چې د عمار موروپلار د ربړونې په ترڅ كې ساه وركړه. بلال او خباب (رضى الله تعالى عنهما) ربړه وزغمله او د كفر له ويلو يې ډډه وكړه؛ خو د عمار زغم پاى ته رسېدلى و او څه چې مشركانو غوښتل، په خوله يې راوړل او ځان يې ترې خلاص كړ. دا خبر په مسلمانانو كې خور شو او ځينو عمار په كفر او ارتداد وغانده؛ خو رسول الله دا ډنډورې رد كړې او د عمار دفاع یې وكړه. څه موده روسته عمار ژړغونی رسول الله ته ورغى او له خپلې خبرې يې پښېماني وښووله. رسول الله وویل: ((د كفر ويلو پرمهال دې، په زړه كې څه ګروهه وه؟)) و یې ويل: زړه مې ارام او مؤمن و. رسول الله وويل: ((كه بيا یې هم وربړولې، چې څه وايي، و یې وايه او ځان دې وژغوره[1173])). له دې آيت او له شأن نزوله يې او پرېمانه رواياتو ګټنه كېږي، چې په ډېرى ځايونو كې د تقيه د بېلابېلو ډولونو كارونه جايز څه چې واجب ده (د ډېرو معلوماتو لپاره د آل عمران سورت د 28 آيت څرګندنې ته مراجعه وكړئ).

((وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ=))

112_ د نعمت د ناشكرۍ سزا: تردې آيت لاندې، له يو معصوم څخه روايت شوى: دا آيت د هغه قوم په باب رانازل شوى، چې د ((ثرثار)) په نامې يو رود پكې بهېده او له لامله يې ځمكه شنه، ښېرازه او بركتي وه. دومره په نعمتونو كې ډوب شول، چې د الله تعالی د نعمتونو ناشكري يې وكړه، تردې چې د اوړو په خمبيره يې خپلې چټلۍ پاكولې او ويل يې: خمبيره نرمه ده (او بدن مو نه ځوروي)؛ نوځكه يې پر الهي نعمتونو ناشكري وكړه او سپك يې وګڼل، چې له لامله يې الله تعالی پرې رود وچ كړ او په پايله كې وچكالي ورغله؛ تردې چې الله تعالی د هماغو ناپاكو خمبيرو خوړو ته اړين كړل او پر ويش به يې شخړه كوله[1174]. دا آيت او روايت، په الهي نعمتونو كې ډوبو وګړيو او ملتونو ته يوه ګوتڅنډنه او اخطار دى، چې پوه شي، هر ډول اسراف او تبذير او د نعمتونو ضايع كول، د الله تعالی پروړاندې جريمه لري او ډېره لږه سزا يې ددې نعمتونو اخستل دي. له همدې لامله په اسلامي رواياتو كې دې موضوع ته ډېره پاملرنه شوې ده. تردې چې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((پلار مې (امام باقر) پردې خپه كېده، چې په خوړو ككړې ګوتې په لاسپاكي پاكې كړي؛ بلكې د خوړو د درناوي په پار يې څټلې؛ يا كه ترڅنګ يې ماشوم و او په كاسه كې يې څه پاتې و، كاسه يې ورپاكوله او پخپله يې ويل: كله كېږي، چې له دسترخوانه څه لږ شانته خواړه لوېږي؛ خو زه يې راټولوم. . . .)) بيا امام باقر د هغه قوم داستان، چې د الهي نعمتونو په تېره د ډوډۍ ناشكري كړې وه اوڅار(مطرح) كړه[1175].

((إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالْدَّمَ وَلَحْمَ الْخَنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

1۱5_ باغ او عاد: باغ يا باغي، د بغې له مادې، د مطلب او غوښتو پر مانا ده او دلته د خوند اخستو يا د الهي حرامو پر حلال ګڼلو تفسير شوى دى. عاد يا عادي، د عمدو له مادې د تيري پر مانا ده او دلته مراد هغه دى، چې د اړتيا پرمهال له لازم مقداره ډېره حرامه غوښه وخوري؛ البته موږ ته له اهلبيتو په رارسېدلیو رواياتو كې، كله ((باغي)) د ظالم پر مانا او ((عادي)) د غاصب پر مانا راغلي او ان باغي د هغه چا پر مانا ده، چې د امام پر ضد راپاڅي او عادي د غل پر مانا راغلې ده. شونې ده دا روايات دې ته اشاره وي، چې په مسافرتونو كې حرامو غوښو ته بېړنۍ اړتيا پيدا كېږي او كه څوك، د ظلم، تېري او غلا لپاره سفر وكړي او پر دغسې غوښو اخته شي، كه څه ځان ساتنې ته مؤظف دى، چې ګټنه ترې وكړي؛ خو الله تعالی دا چار ګناه بولي[1176].

((وَعَلَى الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ =))

118_ پر يهودو الهي بندېزونه: دا آيت هغو چارو ته اشاره كوي، چې د انعام سورت په 146 آيت كې راغلي: ((او پر يهودو مو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او د غويانو او پسونو د دواړو وازدې مو پرې حرامې كړې وې؛ خو هغه وازدې (مو نه وې حرامې كړې)، چې پر شا يې پرتې وې يا يې په دواړو خواوو پورې وې، يا يې په هډوكيو پورې نښتې وي، موږ يې د سرغړونې له لامله دغسې سزا وركړه او بيخي رښتيا وايو)) او د نساء سورت په 160 او 161 آيتونو كې لولو: ((پر يهودو مو، يوه برخه څيزونه، چې مخكې ورته حلال وو، حرام كړل؛ ځكه ظلمونه يې كول او خلك يې د الله تعالی له لارې ډېر زيات منع كول؛ او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي وو او په نا حقه يې د خلكو مالونه خوړل او. . . .)) [1177].

((ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُواْ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُواْ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ= ))

119_ د توبې قبلولو شرايط: دا آيت، توبه په زړګنۍ او دنننۍ پښېمانۍ پورې نه را ايساروي؛ بلكې پر عملي اغېز يې ټينګار كوي. سمونه، اصلاح او سکېنده – جبیره، د توبې پوره كول بولي، چې دا غلط اند د انسانانو له مغزو ووځي، چې د ((استغفر الله)) په ويلو په زرګونو ګناهونه جبرانولاى شو؛ بلكې بايد ګناهونه په عمل كې جبران كړو او د انسان يا ټولنې د روح كومه برخه، چې د ګناه له زيانمنه شوې، اصلاح او كوشېر شي. آيت دومره پر دې ټكي ټينګار لري، چې بيا په دې غونډلې ((پالوونكي دې تر توبې او سمونې روسته بښونكى او لورين دى)) ټينګار كوي، چې په بښنې او الهي رحمت كې رانغاړېدل يوازې تر توبې او سمونې روسته شونې دي[1178].

((إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ =))

120_ ابراهيم علیه السلام يو امت و: داچې ولې حضرت ابراهيم علیه السلام ته ((امت)) ويل شوى، بېلابېلې خبرې شوي؛ چې ځينې یې دادي: دا ویی – كلمه، د آنحضرت علیه السلام د ستریا ښوونكې ده؛ لكه چې وايي: ((پلانى پخپله په يوازې ځان يو ټبر دى)) همدغسې ويلي يې دي، امت دلته د هغه مشر او امام پر مانا دى، چې لاروي ترې كېږي. ځينو ويلي، چې ابراهيم علیه السلام په هغې زمانې كې د ځمكې پر مخ يوازېنى مؤحد و، چې د ځمكې پر مخ هېڅ مؤحد او الله تعالی نمانځى نه و او ټول انسانان د شرك او بوتپالۍ په منجيله كې راګېر وو؛ نو ابراهيم علیه السلام په يوازې ځان يو امت او مشركان، بل امت و (روستى نظر، د امام صادق د يوه روايت منځپانګه ده)[1179].

((إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ =))

124_ ولې په اسلام كې د يهودي دين يو شمېر سخت احكام نسخ شول؟: دا آيت د هغو بندېزونو په هكله دى، چې الله تعالی د يهودو د يو قوم د ګناهونو او تېريو په پار پرې ولګول او د قوم ډېرى وګړيو دا بنديزونه ناليدلي وګڼل او په پايله كې الهي غضب راونغاړل او بيزوګان شوو (د ډېرو معلوماتو لپاره د اعراف سورت د 163 آيت څرګندنه وګورئ). دا آيت ددې پوښتنې په ځواب كې دى، چې ولې د يهودو په دين كې يو لړ احكام وو، چې له انساني طبيعت سره يې اړخ نه لګاوه، چې بيا په اسلام كې نسخ شوي دي. قرآن حکیم ددې شبهې په ځواب كې وايي، له پيله دا بنديزونه پرې لګول شوي نه ول؛ بلكې د ګناهكارېدو په پار ورولګېدل او مجازاتي بڼه يې درلوده او نورو امتونو ته يې غځونې څه لزوم نه درلود او نه يې لري[1180].

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ =))

125_ د الله تعالی لوري ته بلن دود: دا آيت د تبليغ او الله تعالی ته د بلنې او له مخالفانو سره د مناظرې او خبرو اترو دود څرګندوي. په پيل كې وايي: ((د پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصحيت بلنه وركړه)) ؛ ځكه په دې لار كې ړومبى ګام، د ويده عقلونو ويښولو ته د سم سول او پخو دلايلو كارونه ده. دويم ګام د انسانانو له عواطفو ګټنه ده؛ ځكه موعظه او ورم ډېر عاطفي اړخ لري، چې په راپارولو يې سترې پرګنۍ حق پلو ته ورځیرولای شو او داچې موعظه يې په حسنه قيد كړى، ښايي دې ته اشاره وي، چې ورم هله اغېزمن دى، چې تاوتريخوالى، ځانمني، د مقابل لوري سپكول، د ځېل راپارول او. . . . پكې نه وي. درېيم ګام، په ښه دود خبرې اترې او مناظره ده. دا پړاو په هغوى پورې ځانګړى دى، چې ذهن يې له ناسمو زېرمو ډك وي او بايد ذهن يې په مناظره تش كړو، چې حق منلو ته چمتو شي. ښكاره ده، مناظره هله اغېزمنه ده، چې ښه وي؛ يعنې حق، عدالت، سمواكى، رښـتيا او امانت پرې واكمن وي او له هر ډول سپكاوي، توهين او ځان لوړ ګڼل پكې نه وي او په يوه خبره كې، ټول انساني اړخونه وساتل شي[1181].

 سورة الاسراء

 

د اسراء سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت آريزه منځپانګه، توحيد او د شرك نفې ده او له هرې نيمګړتيا د الله تعالی پر پاكوالي پيلېږي. بيا الله تعالی د بني اسرائيلو د برخليك په باب خبره كوي او پايله اخلي، چې هره ټولنه د الله تعالی په اطاعت عزتمنه او له خدايه په سرغړاندۍ به سپكه شي. همدغسې د مبدا او معاد په اړه يې ځينې حقايق ويلي او د دين يو شمېر عمومي لارښوونې يې څرګندې كړي دي[1182].

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ =))

1_ معراج: دا آيت د رسول الله (ص) الهي او هېښنده چکر ته اشاره لري، چې پر معراج مشهور دى. بې له دې آيته، د نجم سورت لومړنيو آيتونو هم دې الهي سير ته اشاره كړې؛ البته له رواياتو ګټنه كېږي، چې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصى ته يې يون سريزه وه او تردې ځمكني سير روسته، اسماني او ډېر پراخ سير ترسره شوى دى. له معصومينو ددې الهي سير په څرنګوالي او څه چې په دې سير كې پر رسول الله تېر شوي او كتلي دي، ډېری روايات راغلي او پكې لولو، چې رسول الله د معراج پر شپه له پرښتو او د پېغمبرانو له ارواحو سره ملاقات وكړ او له نژدې يې جنت او دوزخ وليد او بې واسطې يې له متعال الله تعالی سره خبرې وكړې[1183]. د ډېرو معلوماتو لپاره تفاسيرو او رواياتي كتابونو ته مراجعه وكړئ.

((ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا =))

3_ انسانان د نوح علیه السلام او په بېړۍ كې يې د ملګرو له ځوځاته دي: له قرآن حکیمي آيتونو انګېرېږي، چې ټول انسانان د حضرت نوح علیه السلام او په بېړۍ كې يې د ملګرو له ځوځاته دي او په هغې زمانې كې نورو انسانانو داچې پر حضرت نوح علیه السلام يې ايمان رانه وړ او پر خپل كفر ټينګ ودرېدل، د توپان له لامله ډوب شول؛ لكه چې د صافات سورت په 77 او 82 آيتونو كې وايي: ((او (يوازې) ځوځات يې مو د ځمكې پر مخ پرېښود . . . بيا مو نور (=د نوح دښمنان) ډوب كړل))[1184].

3_ نوح علیه السلام ؛ د الله تعالی منندوى بنده: بېشكه ټول پېغمبران، د الله تعالی منندوى ول؛ خو په احاديثو كې داسې ځانګړنې راغلي، چې دا یي ددې ځانګړنې وړ كړى دی؛ لكه چې کله یې جامې اغوستې يا يې اوبه څښلې يا يې خواړه خوړل يا كوم بل نعمت ور رسېده، سملاسي الله تعالی وريادېده او مننه يې كوله. له امام باقر او امام صادق رحمة الله عنهما په يو روايت كې لولو: ((نوح علیه السلام هر ګهيځ او ماښام دا دعا كوله: خدايه! شاهددې نيسم، هر ګهيځ او ماښام، چې كوم ديني يا دنیوي نعمت رارسي، ستا له لوري دي، ايك يو يې او شريك نه لرې، ستاينه يوازې تاته ده او مننه او پاسلنه هم له تا. هومره مننه دې كوم، چې رانه خوشحال شې. ان تر خوشحالېدو روسته (دې هم مننه كوم).)) بيا امام زياته كړه: ((دغسې د نوح علیه السلام شكر و)) [1185].

((وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا =))

((فَإِذَا جَاء وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولاً =))

((ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا =))

((إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيرًا =))

((عَسَى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا =))

4 تر 8_ دا آيتونه كومو پېښو ته اشاره لري؟: ددې آيتونو ظاهري مانا څرګنده ده؛ خو قرآن حکیم څرګنده كړې نه ده، چې دا آيتونه كو مې پېښې يا پېښو ته اشاره، لري يا څه وخت او په كوم ځاى كې راپېښې شوې يا به راپېښې شي او له ځواكمنو بندګانو مراد كوم كسان دي او كوم جومات ته اشاره شوې ده. ځينو مفسرانو احتمال وركړى، په دې آيتونو كې، چې دوو پېښو ته اشاره شوې، د بني اسرائيلو په تاريخ كې هم راغلي: پر اسرائيلو د بابل د پاچا ((خت النصر)) يرغل، چې له لامله يې واكمني پوره دړې وړې شوه، د يهودو ستر عبادتځى ((هيكل)) ويجاړ، د تورات لوحې وسوځول شوې، نارينه يې ووژل شول، ښځې او بوډاګان يې بنديان شول او دا حال د ايران د پاچا ((كورش)) تر وخته وغځېد او په پېر كې يې بني اسرائيل له بنده خوشې شول او نوى ژوند يې وموند. تردې چې د مسيح له زوكړې د سلو كلونو شاوخوا مخكې، د روم قيصر ((اسپيانوس)) خپل وزير ((طرطوز)) ته دنده وركړه او ده هم بيت المقدس ويجاړ او د بني اسرائيلو وژنې ته يې ملا وتړله او لولنګري – درپردري يې تر همدې روستيو پورې روانه وه، تردې چې يهوديانو په ډېرو ظلمونو او جناياتو او د ښكېلاكګرو ځواكونو په مټ ځان ته يو لړزاند او ناپايښته حكومت جوړ كړ[1186].

((وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولاً =))

11_ داسې دعا، چې د انسان په زيان وي: په دې آيت كې دعا پراخه مانا لري، چې هر ډول غوښتنه رانغاړي؛ كه په خوله يې وغواړي که د كوم څيز د لاس ته راوړو لپاره راپاڅي او هڅه وكړي. په حقيقت كې د ډېرو ګټو او خير ترلاسه كولو لپاره د انسان بېړنديتوب لاملېږي، چې د مسئلې ټول اړخونه و نه څېړي او ډېر ځل دا بيړه خپل واقعي خير تشخيصولاى نشي؛ بلكې سرغړاندې ځاني غوښتنې يې په نظر كې د حقيقت څېره بدلوي او په شر او بدۍ پسې ځي. د آيت له مهمو ټكيو ځنې يو دا هم دى، چې لومړى بدي د انسان په نظر كې ښه ښكاري او بيا يې غواړي او په رښتینه كې په دې اند وي، چې د ښو په لټه كې دى؛ نوځكه د واقعي خير او شر ښانده – پېژندنه، ډېره مهمه ده، چې ځايونه يې بدل نشي. د بقرې سورت په 216 آيت كې لولو: ((ښایي ډېر داسې څه چې خوښ مو نه وي (؛ خو) درته بد وي او الله تعالی پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ)) له همدې لامله په ډېرو آيتونو او رواياتو كې، د دنيا غوښتنې، ځواک لېوالتیا او د ډېرې شتمنۍ غوښتنې نهې شوې ده؛ ځكه ظاهر يې نېكمرغي ده؛ خو ډېر ځل يې باطن تياره او كرغېړن دى. له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يوه روايت كې لولو: ((د ځان ژغورنې او هلاكت لار دې وسنجوه، هسې نه له خدايه داسې يو څيز وغواړې چې ستا پكې له منځه تلل وي، حال دا، انګېرې ژغورنه دې پكې ده)) بيا امام همدا آيت ولوست[1187].

((وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا =))

13_ د انسان همېشنی ملګری يې كړنې وي: په دې آيت كې طائر د بخت و طالع پر مانا ده. قرآن حکیم وايي: بخت و طالع يوازې كړنې مو دي، چې په غاړه كې مو راځوړندې دي. دا تعبير ((او موږ د هر انسان په غاړه كې يې كړه وړه ورځوړند كړي دي)) په دې مانا ده، چې په دنيا او آخرت كې له انسانه كړنې او پايلې يې نه بېلېږي او بايد انسان يې په ټولو حالاتو كې ژمن او پازوال (مسوول) وي. هرڅه چې وي؛ يوازې ((كړه وړه)) دي او پاتې تشې ((خبرې)) دي. له آيتونو او رواياتو ګټنه كېږي، چې د بنيادم ټولې كړنې له پوره جزئياتو سره په يوه ليك كې كښل كېږي او د قيامت پر ورځ كه انسان نېكچارى وي، كړنليك يې ورته په ښي لاس او كه بد چارى وي په كيڼ لاس كې وركوي[1188]. د كهف سورت په 49 آيت كې لولو: ((او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې، چې ګناهګاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به: ((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوشنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او (حال دا) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پر هېچا تېری نه كوي.))

((وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا =))

16_ مست شتمن او الهي امر: شونې ده ددې آيت د لوست پرمهال، ذهن ته پوښتنه راشي، چې ولې مترفينو او شهوت پالو شتمنو ته الهي سزا ورکول کېږي؟ په ځواب كې يې ويلي، چې لومړى خو په ناسمو ټولنو كې، نسواندي (غټ خېټي)، پلن څټي، زېرموال او پانګوال د ټولنو مشران او نور يې لارويان وي. دويم داچې د ډېرو ټولنيزو مفاسدو سرچينه همدا له خدايه ناخبري شتمن دي، چې په چړچو كې ډوب دي او پر غوږونو يې هره سمونپالې، انساني او اخلاقي نغمه بده لګي؛ نوځكه د پېغمبرانو د مخالفت په لومړۍ ليكه كې درېدل او بلنه يې، چې د ټولنيز عدالت د واكمنۍ او د نشتمنو او مستضعفانو د ملاتړ لپاره وه، د ځان پر ضد ليده. له همدې لامله، په ځانګړي ډول ياد شوي؛ ځكه همدوى د فساد آريزه جرړه ده. همداراز دا آيت مؤمنانو ته يو ګوتڅنډنه ده، چې څارن وي، واكمني او حكومت، شهوت مستو شتمنو ته و نه سپاري او ورپسې ولاړ نشي، چې په پاى كې ټولنه هلاكت او نابودۍ ته وركاږي[1189].

((مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاء لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا =))

((وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا =((كُلاًّ نُّمِدُّ هَـؤُلاء وَهَـؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا =))

18 تر 20_ دنيا پالي او آخرت پالي: دې آيتونو د دنياپالو او آخرت پالو وضعيت او پايلې څرګندې كړې دي او ډېرو مهمو ټكيو ته يې اشاره كړې، چې په دې لنډيز كې درېيو ټيكو ته اشاره كېږي: لومړى ټكى (18 آيت) داچې د دنيا پالو په هكله نه وايي، چې كه څوك په دنيا پسې ورشي او چې څه وغواړي، وررسي؛ بلكې دوه قيده ورته قايلېږي. لومړى داچې څه غواړي، يوې برخې ته يې ورسي او دا دومره ده، چې موږ وغواړو (مانشاء) او بل داچې دا ټول وګړي، همدې كچې او مقدار ته هم نه وررسي؛ بلكې يوازې يوه ډله به يې، چې موږ يې ټاكو، د دنيا د ګټو يوې برخې ته ورسي (لمن نريد). په دې توګه، نه ټول دنيا پالي دنيا ته وررسي او هغوى چې وررسي، هم ټولو هغو څيزونو ته نه وررسي، چې يې غواړي. ورځنى ژوند هم په څرګنده دا دوه محدوديتونه راښـيي. ډېر داسې كسان دي، چې شپه او ورځ منډې وهي؛ خو ځاى ته نه رسي او ډېر داسې كسان دي، چې په نړۍ كې اوږدې هيلې لري؛ خو يوازې يوه برخه يې ترلاسه كوي. (د 18 آيت) دويم ټكى داچې د دنياپالو په اړه وايي: ((بيا (نو) جهنم يې هستوګنځى وي))؛ خو (19آيت) د آخرت د عاشقانو په باب وايي: ((نو الله تعالی به يې د هلو ځلو بدله وركړي))؛ يعنې الله تعالی يې د هڅو منندوى دى. دا مانا کړن (تعبیر) تردې خورا هر اړخيز او اوچت دى، چې ووايي، ((جنت يې بدله ده))؛ ځكه د هر چا مننه يې د شخصيت هومره وي، نه يې د كړنې هومره. ددې حساب له مخې، د الله تعالی مننه د الله تعالی د بې پايه ذات په انډول ده او ډول ډول توکیز او مانيز (مادي او معنوي) نعمتونه او څه چې مو په واند (تصور) كې نه ځايېږي، پكې رانغښتي دي. درېيم ټكى داچې په 20 آيت كې لولو، چې الله تعالی پر ټولو د خپلو نعمتونو يوه برخه لوروي او نېكچاري او بدچاري ټول ترې ګټنه كوي. دا هغه شمېر نعمتونو ته اشاره ده، چې د ژوند دوام پرې ولاړ دى او بې له دې انسان انتخابګرېداى نشي. په بله وينا، دا هماغه د الله تعالی د رحمانيت مقام دى، چې عام فيض يې مؤمن او كافر رانغاړي؛ خو تردې ورهاخوا، داسې بې پايه نعمتونه دي، چې يوازې مؤمنانو او نېكانو ته دي[1190]؛ البته ددې ټكي يادونه لازم ده، چې په دې او ورته آيتونو كې د دنيا له غوښتې مراد، د دنيا خوند او ښكلا يې موخه كول دي، كه نه دنيا ته د اباد آخرت ور رسېدو په توګه وكتل شي؛ نو دا يو مطلوب چار دى او د آخرت د ابادۍ لپاره د دنيا غوښتنه او دعا كول نه يوازې غندل شوى چار نه؛ بلكې خو را غوره او سم چار دى.

((وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا =))

((وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا =))

((رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا =))

23 تر 25_ له مورو پلار سره نېکي: دا آيتونه د الله تعالی په نمانځنې پسې له مورو پلار سره پر نېكۍ امر كوي، چې دا ددې مطلب د سرباندې (فوق العاده) اهميت ښوونكى دى. ددې آيت ډېر مهم ټكى، د زړښت پرمهال له مورو پلار سره نېکي ده؛ داسې مهال، چې شونې ده، دوى د خوړو، پاكوالي او. . . . . په څېر اړتياوو له پوره كولو بېوسي شي او سخت خپلو اولادونو ته اړين شي. كه څه هر وخت له مورو پلار سره نېکي واجب ده؛ خو په زړښت كې يې ډېره لازمېږي او قرآن حکیم ټينګار كوي، چې د ساتنې ستونزې یې وزغمئ او ډېر لږ شانته توهين او سپكاوى يې ونكړئ او ياد مو وي، چې مورو پلار مو ستاسې د پالنې او ساتنې سختۍ زغملې وې او هېڅ وخت يې د شكايت خوله راسپړلې نه وه. له مورو پلار سره د نېكۍ په اهميت كې همدا بس، چې كله جهاد (له خپل اهميت سره سره) عيني فرض نه وي او جهاد ته تلوونكي كافي هومره وي، د مورو پلار په چوپړ كې كېدل ترې خورا مهم دي او كه دوى د جهاد په تلو خپه كېږي؛ نو تلل یې روا نه دي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو، چې يو تن رسول الله ته وويل: تكړه ځوان يم او جهاد مې ښه راځي؛ خو مور مې جهاد ته په تلو خپه كېږي. رسول الله وويل: ((ستون شه او له مور سره دې اوسه. پر هغه الله تعالی قسم، چې په حق يې رالېږلى يم، چې يوه شپه دې مور درسره تېره كړي، د الله تعالی په لار كې تر يوه كاله جهاده درته غوره ده[1191])).

((وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا =))

26_ د خپلوانو حق: د روم سورت تر 38 آيت لاندې به يې توضيح وركړه شي.

((وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا =))

29_ د نفقې په وركړه كې منځلاري: له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو، كه چا به له رسول اكرم (ص) نه د دنیوي څيزونو اړوند څه غوښتل، وركول يې. يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى ورولېږه او و یې ویل: له رسول الله څه وغواړه او كه يې وويل؛ څه نه لرم، ورته ووايه كميس دې راكړه. هلك همدغسې وكړل او رسول الله، چې وركړې ته څه نه درلودل، خپل كميس يې وركړ. بيا الله تعالی په دې آيت خپل پېغمبر منځلارۍ ته ورځیر كړ، سره له دې، چې د نفقې وركړه غوره او ارزښتمن چار دى؛ خو هسې نه په وركړه كې افراط دې له عادي ژونده وباسي[1192].

((وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا =))

31_ اولادونه مو مه وژنئ: د قرآن حکیم په څو ځايونو كې د اولاد وژنې نهې راغلې ده او دا ناوړه كړنه، چې د انسان وژنې يو مصداق دى، په ځانګړي ډول هم نهې شوې ده؛ ځكه اولاد وژنه د بدمرغۍ او سخت زړه توب له خورا ناوړو مصداقونو ځنې ده. بل دليل يې دادى، چې عربان په داسې سيمه كې اوسېدل، چې ډېره سوكړه پرې راتله؛ نوځكه يې په مازې، چې د سوكړې نښې ليدې؛ نو ړومبى چار يې دا و، چې خپل پت او عزت ساتنې ته يې خپل اولادونه وژل، چې نشتمن او لاس اړي نشي[1193]. پاموړ خو دا، نننى بشر، چې د تېرې زمانې ددغسې ناوړو جناياتو خبر شي؛ نو تلولېږي خو همدا جنايت په بله بڼه او جنين لرې كولو په نوم په اوسني وخت او ان خورا په پرمخ تلليو ټولنو كې تر سره كېږي، چې د ډېرمېشتۍ او وټیزو تشو مخه ونيسي[1194].

((وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً =))

32_ زنا ته مه نژدې كېږئ: دا مانا کړن (تعبير) پردې سربېره، چې د زنا پر منع ټينګار كوي، دې ټكي ته هم اشاره لري، چې زیاتره پر زنا اخته كېدل څه سريزې لري، چې انسان سوكه سوكه ورنژدې كوي؛ د سترګو اړول راړول، بې ستري او لوڅ لغړتوب، بد زده كړي كتابونه، خراب فلمونه، فاسد مركزونه، له نامحرمو سره ناسته پاسته، د ځوانانو ودونو ته شا كول او د واده په باب د دواړو لوريو بې دليله سخت دریځي، دا ټول زنا ته د ورنژدېدو لاملونه دي، چې دې آيت په يوې لنډې غونډلې نهې كړي دي[1195].

((وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا =))

33_ په وژنه كې له بريده تېرېدل: دا غوڼدله ((خو په وژنه كې دې له بريده نه اوړي)) هغو كړنو ته اشاره لري، چې د جاهليت پرمهال او كله كله نن هم كېږي، چې د وژل شوي پالندوی – ولي به د يو تن په غچ اخستو كې د يو ټبر، ډلې يا كورنۍ ډېرې وينې تويولې. عدالت ته پاملرنه ان د وژوونكي په باب هم تردې بريده دي، چې د اميرالمؤمنين علي (ك) په وصيتونو كې يې لولو: ((د عبدالمطلب اولادې! هسې نه زما د وژنې په پلمه، د مسلمانانو په وينو مو لاسونه سره شي او ووایئ، چې امير المؤمنين ووژل شو، امير المؤمنين ووژل شو. پوه شئ، چې په غچ كې مې بايد يوازې وژونكى ووژل شي. كه زه يې له دې ګوزاره ووژل شم، تاسې هم يو ګوزار پرې وكړئ، هسې نه غړي يې غوڅ كړئ، چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي. له مثله كولو ډډه وكړئ، ان كه لېونى سپى وي)) [1196].

((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً =))

36_ چې پر څه نه پوهېږې، ورپسې مه ځه: چې پر كومو څيزونو نه پوهېږو او ورپسې له تلو منع شوي يو؛ نو دا يوه پراخه مانا لري، چې ګروهيز موضوعات، خبرې كول، ګواهي وركول، قضاوت كول او د نورو كړنو كول رانغاړي. په ټولو څيزونو كې، بايد د انسان كچه، پوهه او يقين وي او بې له دې، كه ګومان وي، که حدس، که شك او احتمال، يو هم ډاډمن نه دى. له امام كاظم رحمة الله علیه څخه په يوه روايت كې لولو، چې له خپلو پلرونو يې روايت كړى دى: ((چې هرڅه غواړې ويلاى يې نشې؛ ځكه الله تعالی وايي: پر څه چې نه پوهېږې، ورپسې مه ځه[1197])). تردې آيت لاندې د رسول الله په بل حديث كې لولو: ((چې څوك پر مؤمن يا مؤمنې تور وتړي، الله تعالی يې د بد چاريو ښځو په خيرو او چټليو كې تر هغې ساتي، چې د خپلو ويلو له ذمې راووځي)) [1198].

((أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلاً عَظِيمًا =))

40_ جاهلي ګروهه: دا آيت د مشركانو يو خرافي اند ته اشاره كوي او په دې توګه د اندنې او سول (منطق) بنسټونه راسپړي او څرګندوي؛ ځكه ډېرى يې ګروهن وو، چې پرښتې د الله تعالی لوڼي دي، حال دا پخپله د لور د نامه په اورېدو شرمېدل او زوكړه يې د بدمرغۍ او خجالت لامل ګڼله. قرآن حکیم، دوى په خپل سول غندي، چې تاسې ناپوهان ياست، چې خپل پالوونكي ته پر يو داسې څيز قايلېږئ، چې پخپله پرې شرمېږئ؟![1199].

((قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلاً =))

42_ د تمانع برهان: دا آيت د توحيد يو دليل ته اشاره كوي، چې د پوهانو په خولو كې د ((تمانع برهان)) په نامې مشهور شوى دى[1200]. توضيح داچې مشركان بې له الله تعالى پر نورو خدايانو ګروهن وو، چې هر يو د خپلو درجو په توپير د هستۍ بېلابېلې برخې تدبيروي. يو د ځمكې الله تعالی، يو د اسمان الله تعالی، بل د جګړې الله تعالی، بل د قريشو الله تعالی او. . . . . . دى او په دې توګه هر يو د هستۍ په واكمنۍ كې برخوال دى. دا آيت وايي كه داسې وي، بايد د دوى هر يو الله تعالی، د عرش د خاوند الله تعالی پر لور يون وكړي او د واكمنۍ له تخته يې راوپرځوي او پر ځای يې كېني؛ ځكه په هر موجود كې د واک او سلطنت مينه پټه شوې ده او په دې توګه بايد د خدايانو ترمنځ شخړو او جګړو شتون درلوداى؛ خو داچې دغسې شخړه نشته او هستي د يوې پرله پېیلې (منظمې) كړلارې له مخې يون كوي، چې دا پخپله ښيي، هستي يوازې يو تدبيروونكى لري[1201].

((تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا =))

44_ د ژویو عمومي تسبيح: د قرآن حکیم په بېلابېلو آيتونو كې راغلي، چې ټول ژوی د الله تعالی تسبيح او ستاينه كوي، چې ښايي تر ټولو ښه څرګند يې همدا آيت وي، چې بې استثنا د هستۍ ټول ژوی په دې تسبيح او ټولیزه ستاينه كې شريك بولي؛ خو په مفسرانو كې ددې حمد او تسبيح د حقيقت په تفسير كې ډېرې خبرې اترې دي: يو شمېر ګروهن دي، چې د هستۍ ټولې ذرې (كه موږ يې ساكښې او عاقلې ګڼو يا بې ساه او ناعاقلې) ټول يو ډول درك او شعور لري او په خپله هستۍ كې د الله تعالی تسبيح او حمد وايي؛ كه څه موږ يې درك او ننګېرلای نشو او نه يې د حمد او تسبيح زمزمې اورېداى شو او پردې ګروهې د فصلت سورت 11 آيت ګواه كولاى شو: ((بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))

ددې نظر پروړاندې، ډېرى ګروهن دي، چې دا تسبيح او ستاينه، هماغه څه دي، چې موږ يې د ((حال ژبه)) نوموو؛ حقيقي ده او نه مجازي؛ لكه د ډېر ښكلي انځور تخته، چې د حال په ژبه د خپل انځورګر پر ذوق او ځيركۍ ګواهي وركوي او ستاينه يې كوي. هو! د هستۍ هېښنده غونډال (اریانوونکی نظام) له رازونو ډك، او هېښنده ستریا يې دا ټول د الله تعالی تسبيح او حمد وايي. ايا تسبيح له نيمګړنو پاك د بل څه مانا لري؟ د هستۍ پېیون (نظم) او جوړښت وايي، چې بنسټګر يې له هر ډول نيمګړتيا پاك دى. ايا حمد د كمال د صفاتو له ويلو د بل څه پرمانا ده؟ د هستۍ غونډال د الله تعالی د كمال، صفتونو، بې پايه علم، بې انتها واک او د پراخ حكمت خبرې كوي. دا مانا د ژویو د ټولیز تسبيح او حمد لپاره پوره پوهېدوونكې ده او څه اړتيا نشته، چې موږ د هستۍ ټولو ذرو ته پر درك او شعور قايل شوو؛ ځكه غوڅ دليل ورته نه لرو او په دې باب د قرآن حکیم نور آيتونه هم په ډېر احتمال همدا د حال ژبه بيانوي[1202].

((وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا =))

53_ له مخالفانو سره د استدلال او خبرو اترو دود: دا آيت له مخالفانو (په تېره مشركانو) سره د استدلال او خبرو اترو دود رازده كوي؛ ځكه كه ښوونځى څومره لوړ او سول (منطق) دومره پياوړى وي؛ خو كه ترڅنګ ورسره د ويينې او مجادلې سم دود و نه كارول شي او د لورنې او مينې پرځای، تاوتريخوالى پرې لاسبرى وي؛ نو بې اغېزې به وي؛ له همدې كبله الله تعالی د اسلام رسول الله ته وايي: بندګانو ته مې ووایه ((داسې خبرې وكړي، چې غوره وي)) د خبرې منځپانګه غوره وي، د ويلو دود يې غوره وي، ښه خوي او انساني دود ورسره مل وي. په صدر اسلام كې ځينې وخت نويو مؤمنانو د خپل مخكېني دود له مخې، چې څوك به په ګروهه كې ورسره مخالف و؛ نو په تاوتريخوالي يې لاس پورې كاوه او په ډاګه يې بېلارې او دوزخي ورته وايه او ځان يې ژغورنده باله. دا لاملېده، چې مخالفين د رسول الله د بلنې پروړاندې ناوړه دريځ ونيسي. پردې سربېره مخالفانو د رسول اكرم (ص) پروړاندې د مسحور، لېوني، پالي او شاعر په څېر له سپكاوۍ ډك تعبيرونه كارول، چې دا هم لاملېده، چې مؤمنان كاواكه شي او لفظي شخړه ورسره وكړي، چې څه یې په خوله راځي، و يې وايي. قرآن حکیم، مؤمنان له دې چلنه منع كوي، او ورته وايي، چې په نرمۍ به خبرې كوئ او غوره کلمې به ټاكئ، چې د شيطان له فساده ډډه وكړی[1203].

((وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا=))

55_ ځينې پېغمبران پر ځينو غوره دي: دا غونډله د مشركانو د يوې سپكې نيوكې پروړاندې ځواب دى، چې يې ويل: ايا الله تعالی بل څوك نه درلود، چې پلارمړى محمد يې پر نبوت وټاكه؟ او بيا څه وشول، چې د ټولو پېغمبرانو سر آمد او خاتم يې شو؟! قرآن حکیم وايي: دا خو څه د هېښنې ځاى نه دى. الله تعالی د هر چا له انساني ارزښته خبر دى او خپل پېغمبران يې له ولسه ټاكلي دي او ځينې يې پر ځينو غوره كړي دي. ابراهيم يې خليل الله، موسى يې کلم الله، عيسى يې روح الله او د اسلام پېغمبر يې حبيب الله كړى دى او د خپل حكمت له مخې يې ځينې پر نورو غوره كړي دي[1204].

55_ د داؤد علیه السلام زبور: داچې ولې په ټولو پېغمبرانو كې يوازې د حضرت داود علیه السلام او زبور خبره شوې، شونې ده لاملونه يې دا وي: 1_ د حضرت داؤد علیه السلام زبور، د پېغمبرانو په كتابونو كې دا ځانګړنه لري، چې ټول مناجات، دعا او پند دى او تر ټولو له غوره ويناوو او ښو خبرو سره چې په مخكېنيو آيتونو كې يې سپارښتنه شوې خورا مناسب دى. 2_ د حضرت داود علیه السلام په زبور كې د صالحانو او نېكانو د واكمنۍ خبر وركړاى شوى دى، كه څه په ظاهره تشلاسي، نشتمن او پلار مړي وي. دا هماغه څه دي، چې د انبيا سورت په (105) آيت او هم د داؤد په مزاير كتاب (زبور) كې چې نن هم شته اشاره ورته شوې ده[1205].

((أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا =))

57_ هغوى پخپله الله تعالی ته د ورنژدېدو وزله لټوي: الله تعالی په مخكې آيت كې وويل، چې د مشركانو معبودان، نه يو ستونزه لري كولاى شي او نه پكې څه ادلون بدلون راوړاى شي. دا آيت وايي، ډېرى كسان، چې معبودان شوي (؛ لكه عيسى مسيح يا نور صالح انسانان يا پرښتې او. . .) پخپله مؤحدين وو او خپل پالوونكي ته د ورنژدېدو لپاره وزله لټوي او لورنې ته يې هيلمن دي او له عذابه يې ډارېږي؛ نو څنګه شونې ده له خدايه جلا او ځان ته خپلواك وي او بې اجازې يې ستا له اوږو څه پېټى سپك كړي، حال دا پخپله يې د درشل خاكساري دي او الله تعالی ته پر خپلې اړمنۍ معترف دي[1206].

((وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلاَّ فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ طُغْيَانًا كَبِيرًا =))

60_ د رسول الله خوب او لعنتي ونه: داچې ((هغه خوب، چې رسول الله(ص) ته وروښول شو)) او هم ((په قرآن حکیم كې له لعنتي ونې)) مراد څه دى، ډول ډول تفسيرونه يې شوي دي؛ خو هغه نظر، چې د قرآن حکیم له آيتونو او د اهل بيتو عليهم السلام له رواياتو سره ډېره همغږي لري دادى، چې دا خوب هغه مشهور بهیر ته اشاره ده، چې رسول الله(ص) په خوب كې وليدل، چې بېزوګانې يې پر منبر خېژي او راكوزېږي، نبي علیه السلام له خوبه دومره خپه او غمجن شو، چې تردې روسته يې ډېر لږ خندل. ددې خوب تعبير، امويان ول، چې يو په بل پسې د پېغمبر پرځای كېناستل او يو د بل لاروي يې كوله او بې وګړې – بې شخصیته کسان وو، اسلامي حكومت او د رسول الله (ص) خلافت يې فاسد كړ. همدغسې د شيعه وو او اهلسنتو په ډېرى تفاسيرو كې راغلي، چي ((ملعونه ونه)) د امويانو لړۍ دى. دا تفسير، له هغه تفسير سره اړخ لګوي، چې د رسول الله(ص) له خوبه وښوول شو. دلته پوښتنه كېږي، چې د قرآن حکیم په كوم ځاى كې د امويانو خبيثه ونه لعنت شوې ده؟ په ځواب كې وايو، چې د ابراهيم سورت په 26 آيت كې خبيثه ونه ياده شوې ده او د خبيثې ونې مفهوم ته په پاملرنې او هغو رواياتو ته په پاملرنې، چې په تفسير كې يې راغلي، خبيثه ونه يې په امويانو تفسير كړې او هم دې ته په پاملرنې، چې د مانا له پلوه ((خبيثه)) له ((ملعونه)) سره مل ده؛ نو ويلاى شو، چې په قرآن حکیم كې ياده شوې ده[1207].

((وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا =))

((إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلاً =))

64 او 65_ ايا شيطان پر انسانانو لاسبري لري؟: په دې آيتونو كې الله تعالی، شيطان ته امر كړى، كوم انسانان، چې ورپسې ځي، بېلاري كړي او په دې لار كې يې، چې څه له وسې پوره وي، و دې كړي؛ البته دا امر يو ((ګوتڅنډیز امر)) دى؛ لكه چې يو چا ته (چې له سرغړونې لاس نه اخلي او هدايت نه مني) ويل كېږي: ((ځه! څه چې غواړې، و يې كړه))؛ خو الله تعالی د شيطان د نخچې په پلي كولو کې د هغه لاس پرانستى پرېښى نه دى او په هماغه پيل كې يې ورته ويلي: ((په حقيقت كې زما پر بندګانو ستا څه زور او واك نشته؛ خو پر هغوى بېلاريو، چې په تاپسې درشي)) (حجر_ 42) همدغسې د نحل سورت په 99 او 100 آيتونو كې وايي: ((ځكه شيطان، پر هغوى لاسبرى نه وي، چې ايمان يې راوړى وي او پر خپل پالونكي توكل كوي، واك يې يوازې پر هغوى وي، چې هغه يې خپل پالندوى كړى وي او هغوى چې له هغه الله تعالی سره شرك پيدا كوي (او د الله تعالی د حكم پرځای د شيطان حكم ته غاړه ږدي)[1208])).

64_ شيطان؛ د بېلاريو د رمې شپون: ((او له هغوى دې، چې پر چا وس كېږي، په خپل غږ (فساد ته) راوپاروه)) دا غونډله، په شيطاني باطلو وسوسو د شيطان د لارويانو د سپكولو يوه كنايه ده. ته وا الله تعالی شيطان له شپانه او لارويان يې له رمې سره ورته كړي، چې رمه د شپانه په غږ او نا مفهوم بانګ خوځي، حال دا سم نه پوهېږي، چې هغه څه وايي او څه ترې غواړي او چېرې يې بوځي[1209].

64_ د شيطان پلى او سور لښكر: بايد پام مو وي، چې د شيطان پلى او سور لښكر، پر هغې مانا نه ده، چې په وسلوالو ځواكونو كې وي؛ خو پوهېږو، چې شيطان له خپله جنسه او هم له بنيادمو پرېمانه ملګري لري، چې د خلكو د بېلارۍ لپاره ترې مرسته غواړي، ځينې د سواره لښكر په څېر چټك او ځواكمن دي او ځينې د پلي پوځيانو په څېر ارام او كمزوري[1210].

64_ څرنګه شيطان د انسان په شتمنيو او اولادونو كې شريكېږي؟: د بنيادم په شتمنيو او اولادونو كې د شيطان له شريكېدو مراد، د دوى له ګټې برخمنېدل دي؛ لكه چې يو انسان د شيطان په وسوسو كې راګېر شي او شتمني يې، چې يو طبيعي اړتيا ده او په حلالې لارې يې ترلاسه كولاى شي؛ خو په حرامه لار يې ترلاسه كوي. چې په دې حال كې هم انسان خپلې غوښتنې ته رسېدلى او هم شيطان؛ خو يوازې انسان د الله تعالی له رحمته لرې شوى دى. همدا راز انسان، چې په حلالې لارې اولاد زېږولاى شي؛ خو د شيطاني وسوسې له لامله يې په حرامه وزېږوي يا حلال اولاد د الله تعالی د احكامو له مخې ونه روزي؛ نو له شيطان سره يې مرسته كړې او شيطان يې د خپل اولاد په يوه برخه كې شريك كړى دى؛ نوځكه په هر دود، چې شتمني او اولاد د شيطان په لار كې كېدې، پكې يې شريكول دي[1211].

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً =))

70_ انسان؛ د الله تعالی غوره مخلوق: ددې آيت په وينا، د انسان مقام، تر ډېرى ژویو لوړ او اوچت دى؛ خو ايا تر پرښتو هم لوړ دى؟ مفسرانو يې په اړه بېلابېلې خبرې كړې؛ خو په نظر رسي، چې دا آيت پر انسانانو د پرښتو لوړوالي يا اپوټه ته څه اشاره نلري؛ بلكې پر څارويو او پېريانو يې د انسانانو په لوړاوي كې ويينه كړې ده؛ خو ددې پوښتنې په ځواب كې چې د پرښتې مقام لوړ دى كه د انسان؟ بايد وويل شي، چې تر معمولي انسان يې مقام لوړ دى؛ ځكه پاكې او اخلاصمنې دي او تر هغه انسان لوړې دي، چې ځان يې له رذايلو او چټليو پاك كړى نه وي؛ خو كه همدا ځمكنى انسان د الله تعالی له خوا په ورښوول شوي كمالي بهير كې وخوځي؛ نو شونې ده داسې مقام ته ورسي، چې پرښتې هم وررسېدلې نه وي؛ لكه چې په قرآن حکیم كې د بشپړ انسان؛ حضرت آدم علیه السلام پروړاندې د پرښتو عاجزي او خضوع په ډاګه ياد شوى دى[1212]. له حضرت على (ك) په يو روايت كې لولو: ((عزوجل الله تعالی په پرښتو كې عقل بې له شهوته كېښود او په څارويو كې يې شهوت بې له عقله كېښود او په بنيادم كې يې دواړه كېښوول؛ نو چې د چا عقل يې پر شهوت لاسبرى شي، تر پرښتو غوره دى او چې د چا شهوت يې پر عقل لاسبرى شي، تر څارويو ټيټ دى)) [1213].

((يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَـئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلاً =))

71_ مشري او د انسانانو په برخليك كې يې ونډه: ددې آيت په پيل كې مشري او د انسانانو په برخليك كې يې ونډه اوڅار (مطرح) شوې ده. ددې آيت په وينا، هغوى چې په هرې زمانې كې يې د پېغمبرانو علیه السلام او ځايناستو مشري منلې، له خپلو مشرانو سره به وي او هغوى چې د شيطان او بې لاروونكيو مشرانو مشري منلې وي، ورسره به وي. لنډه داچې، له مشرۍ سره تړاو او په دې نړۍ كې يې لاروي، په بشپړ ډول په بله نړۍ كې منعكسېږي او له مخې يې ژغورندويان او عذابيان جوتېږي. دا مانا کړن (تعبير) کټ مټ داچې د انسان د تكامل يوه سبب بيانوي، ټولو بشري وګړيو ته يو ګوتڅنډنه ده، چې د مشر په ټاكنه كې، سرباندې (فوق العاده) ځيرك، دقيق او سخت ګير وي او د خپل اند او كړلارې واګې هر چاته ونه سپاري. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((ايا د الله تعالی مننه نه كوئ؟ چې د قيامت ورځ شي، الله تعالی هره ډله له هغه سره رابلي، چې د هغه مشري او ولايت يې منلى وي او موږ (امامان) له پېغمبر سره. بيا پناه راته راوړئ؛ نو كو مې خوا ته وينئ؟ د كعبې پر الله تعالی قسم، تاسې جنت ته بوځي (او دا غونډله يې درې ځل وويله)[1214])).

((وَإِن كَادُواْ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاَّتَّخَذُوكَ خَلِيلاً =))

((وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلاً =

((إِذاً لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا =))

73 تر 75_ مشركان؛ د مستضعفو مسلمانانو شړل غواړي: ددې آيتونو په شأن نزول كې راغلي، چې مشركانو له رسول الله(ص) نه وغوښتل، چې د خدايانو له غندنې يې لاس واخله او بې وګړې او مستضعف مريان او مينزې، چې مسلمانان شوي، له ځانه وشړي؛ ځكه شرمېدل، چې له خپلو مريانو سره يوځاى كېني او د الله تعالی آيتونه واوري. دا آيتونه په دغسې شرايطو كې رانازل شوي دي؛ البته الله تعالی په 74 آيت كې وايي، چې خپل پېغمبر يې د پاكلمنتوب په رڼا كې مشركانو ته د هر ډول ورماتېدو بچ كړى دى او رسول الله د مشركانو د وړانديز په باب د دوی لوري ته غبرګون ونښود[1215].

((وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً =))

85_ روح څه دى؟: دا كلیمه په قرآن حکیم كې ډول ډول كارېدلې ده: كله د سپېڅلي روح پر مانا ده، چې پېغمبران يې د خپلو چارو په كولو كې پياوړي كول [1216]، كله الهي مانيز ځواك ته ويل شوې، چې مؤمنان پياوړى كوي[1217]، كله ((د وحې د ځانګړې پرښتې)) پر مانا راغلې او په ((امين)) ياده شوې[1218]، كله له ځانګړنو پرښتو ځنې، يوه ستره پرښته يا له پرښتو غوره مخلوق[1219] او كله د قرآن حکیم او اسماني وحې پرمانا[1220] او كله هم د انساني روح پرمانا راغلې ده[1221]. تر ویینې لاندې آيت او ترې بهر د شته لاسوندونو له ټوله ګټنه كېږي، چې پوښتوونكيو، د انسان د روح حقيقت پوښته؛ همدا ستر روح، چې له څارويو مو جلا كوي او غوره شرف مو دى او زموږ ټول وس، واک او کاروندويي (فعاليت) ترې راولاړېږي او په مرسته يې په ځمكه او اسمان كې غورځې پرځې كوو، د علومو خوالې راسپړو او د ژویو ژورو ته ورننوځوو. غوښتل يې د هستۍ په دې هېښنده څيز پوه شي او داچې د روح جوړښت د مادې د جوړښت په څېر نه دى او كوم آرونه، چې پر مادې واكمن دي او فیزيكي او كيمياوي خواص لري؛ خو پر روح بې له دې دي؛ نوځكه رسول الله (ص) ته دنده وركول كېږي، چې په يوې لنډې او مانا ډكې غونډله كې ووايي: ((روح د امر له نړۍ دى))؛ يعنې پنځون او خلقت يې له خوالو ډك دى. ورپسې داچې له دې ځوابه هېښنده نشي، زياتوي، چې له پوهې مو ډېره لږه برخمني پر برخه ده؛ نوځكه د حيرانتيا ځاى نه دى، چې د روح پر رازونو و نه پوهېږئ، كه څه تر ټولو څيزونو درنژدې دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر او امام صادق څخه په يو روايت كې لولو: ((روح د الله تعالی له مخلوقاتو ځنې دى، چې ليده كاته او قوت لري او ملاتړ كوي. الله تعالی يې د پېغمبرانو او مؤمنانو په زړونو كې ږدي)). په يو بل روايت كې يو له دې امامانو راغلي: ((روح، له ملكوت او باطني نړۍ ځنې دى او د الله تعالی له ځواکه دى)). ځينو نورو رواياتو، روح تر جبرائيل او ميكائيل لوړ ښوولى دى، چې له رسول الله او امامانو سره مل و او دوى يې په خپله لار او د دندو په كولو كې له هر ډول كږلېچه ساتل. دا روايات، له هغه څه سره مخالفت نه لري، چې د آيت په تفسير كې مو وويل؛ بلكې ورسره همغږي دي؛ ځكه د انسان روح، مرتبې او درجې لري. د روح هغه درجه، چې په پېغمبرانو او امامانو كې ده، يوه سرباندې – فوق العاده اوچته مرتبه ده، چې له اغېزو يې له ګناه خونديتوب او هم سرباندې پوهه ده او ښكاره ده، چې د روح دغسې درجه به تر ټولو پرښتو اوچته وي، ان تر حضرت جبرائيل او حضرت ميكائيل نه[1222]؛ البته ددې نظر ترڅنګ، يو شمېر مفسران د قرآن حکیمي آيتونو او د يهودو په هكله د راغليو شأن نزولونو پر بنسټ، ګروهه لري، چې د يهودو ټولنه يا لږ تر لږه له رسول الله سره همپېري يهودو، حضرت جبرائيل خپل دښمن ګاڼه او د عذاب پرښته يې نوموله، تردې چې په اړه يې ويل: الله تعالی امر وركړى و، چې نبوت د اسرائيل (يعقوب) په ځوځات كې كړه؛ خو هغه د اسماعيل ځوځات ته وركړ. دې مطلب ته په پاملرنې، په تېره داچې يهود، د پوښتنې طراحان ول او د جبرائيل په اړه يې ځانګړې ګروهه درلوده او له دې لامله، چې د عذاب پرښته وه او د بخت النصر په لاس يې د بني اسرائيلو د واكمنۍ د زوال ګزارش وركړى و او په نبوت كې يې خيانت كړى و؛ نوځكه ويلاى شو، چې له روح نه يې مطلب هماغه ((روح الامين)) دى او يهودو له دې لارې غوښتل، چې د حضرت جبرائيل په هكله د رسول الله پر نظر پوه شي، كه نظر يې ورسره موافق و، له تاييده يې ګټه واخلي، كه نه په مخالفت ورسره لاس پورې كړي. له همدې لامله يې قريشو ته وروښول، چې رسول الله د روح په اړه وپوښتي. د ((قل الروح من امر ربى)) د غونډلې تفسير ښه څرګند دى او هغه داچې د وحې امين د پالونكي له مامورينو ځنې دى او چې هر چار كوي، د الله تعالی په امر يې كوي. كه کوم قوم له منځه وړي كه حضرت محمد (ص) په رسالت وياړي، دا ټول د الله تعالی په اجازې دي او له فرمانه يې الهام اخلي. په دې حال كې كوم دليل نه لرئ، چې دښمن يې وګڼئ او ورسره پر دښمنۍ لاس پورې كړئ[1223].

((قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا =))

((وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـذَا الْقرآن حکیم مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلاَّ كُفُورًا =))

88 او 89_ داسې كتاب، چې پېريان او انسانان يې له راوړو بېوسي دي: دا آيت ډانګ پېيلی، ټول نړيوال، کوشنى او ستر، عرب و نا عرب، انسانان او ان غير انساني عاقل ژوي، پوهان، فلاسفه، اديبان، تاريخ پوهان، نابغې او غير نوابغ بې استثنا، له قرآن حکیم سره مقابلې ته رابللي او ويلي يې دي: كه په اند مو قرآن حکیم د الله تعالی كلام نه وي او بشري مغزو جوړ کړی وي؛ نو په څېر يې راوړئ او داچې ځانونه يې تر هڅو روسته بېوسي وموندل؛ نو دا يې پر معجزه توب غوره دليل دى. مقابلې ته بلنه (چې د عقايد د پوهانو په اصطلاح ((تحدي)) ورته وايي،) د هرې معجزې يو ركن دى او چېرې چې دغسې يو مانا کړن (تعبير) وي، په څرګنده پوهېږو، چې دا له معجزو ځنې ده.

 89 آيت، د قرآن حکیم د اعجاز يو اړخ؛ يعنې ((جامعيت؛ هر اړخيزوالى بيانوي. په رښتيا د قرآن حکیم رنګارنګ منځپانګه (هغه هم له نالوستى انسان) هېښنده ده؛ داسې كتاب، چې پاخه عقلي دلايل لري، مزبوت احكام، بې ساري تاريخي ويينې، چې ويښوونكې او له هر ډول کږنو او انګېرنو (خرافاتو) تشي دي، لوړې اخلاقي ويينې، دقيق او سرباندې (فوق العاده) علمي موضوعات او. . . . . په لنډو، چې قرآن حکیم په هره وادۍ كې ګام ايښى؛ خورا اوچته بېلګه يې راوړاندې كړې ده. دې ته په پاملرنې، چې انسان محدوده پوهه او معلومات لري او داچې رسول الله په يو داسې چاپېريال كې روزل شوى و، چې د هغې زمانې د بشري محدودې پوهې هم څه خبره نه و؛ نو په توحيدي، اخلاقي، ټولنيز، سياسي او پوځي برخو كې د قرآن حکیم ددې رنګارنګې منځپانګې شتون، پردې دليل دى، چې بشري ماغزو جوړ كړى نه دى؛ بلكې د الله تعالی له لوري دى؛ نوځكه كه پېريان او انسانان راټول شي، چې په څېر يې راوړي؛ خو وبه نشي كړاى. كه فرض كړو، چې ننني پوهان او د بېلابېلو علومو كارپوهان راټول شي او يو دايرة المعارف تنظيم كړي، چې ښه عبارات هم ولري؛ نو شونې ده دا ټولګه به نن جامعيت او هر اړخيز توب ولري؛ خو بېشكه پنځوس كاله روسته، نه يوازې نېمګړې او نارسا ده؛ بلكې د زړښت نښې پكې ښكاري؛ حال دا قرآن حکیم په هرې زمانې كې، چې لوستل كېږي (په تېره زموږ په پېر كې) داسې دى، چې ته وا نن نازل شوى او د تېرې زمانې هېڅ اغېز پكې نه ليدل كېږي[1224].

((وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللّهُ بَشَرًا رَّسُولاً =))

((قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاء مَلَكًا رَّسُولاً =))

94 او 95_ پېغمبر بايد د خلكو په څېر وي: په تېرو آيتونو كې، د توحيد په هكله د مشركانو پلمې وې. په دې آيتونو كې، د همرنګۍ پلمې ته اشاره شوې ده، وايي: ((د هدايت تر راتلو روسته يوازېنی څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و (چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې) وويل: ايا الله تعالی يو بشر د استازي په توګه را لېږلى دى؟)) ايا د باورېدو ده، چې دا لوړ او ډېر مهم مقام د يو انسان پر غاړه واچول شي؟ بايد دا ستر رسالت د پرښتو په څېر د اوچت موجود پر اوږو كېښوول شي، چې له ژمنې يې وتاى شي. دا د يوې يا دوو ډلو سست او بې بنسټه سول – منطق نه و؛ بلكې په تاريخ كې ډېری بې ايمانو وګړيو، پېغمبرانو ته دا خبرې كولې. قرآن حکیم په يوه لنډه او څرګنده غونډله كې دې ټولو ته د مانا ډك ځواب وركړى دى: ((ان (كه پرښتو پر ځمكه) ژوند كولاى او(په ډاډ ګرځېداى؛ نو موږ پرښته د پېغمبر په توګه ورلېږله؛)) (ځكه د هرې ډلې لارښود بايد د هغوى په څېر وي)؛ يعنې تل مشر بايد د خپلو لارويانو له جنسه وي: انسان انسانانو ته او پرښته پرښتو ته. د مشر او لارويانو د همرنګۍ دليل هم څرګند دى؛ ځكه د يو مشر د تبليغ خورا مهمه برخه يې، عملي برخه ده؛ يعنې بېلګه توب يې او دا هله شونې ده، د لارويانو په څېر غريزې، ننګېرنې او ارواییز جوړښت ولري؛ كه نه انسانانو ته د يوې پرښتې پاكي او پرهېزګاري بېلګه كېداى نشي، چې نه جنسي شهوت لري او نه نورې انساني غريزې او نه کور، جامو او ډوډۍ ته څه اړتيا لري؛ بلكې خلك وايي، چې پرښته مو له زړه څه خبره ده او نه پوهېږي، چې زموږ په روح كې د شهوت او غضب له لامله څه توپانونه لګي. . . . هغه خو يوازې د خپله زړه خبرې كوي او كه زموږ ننګېرنې يې درلوداى، زموږ په څېر يا به رانه بدتره وه. همدا راز مشر بايد د خپلو لارويانو ټول دردونه او اړتياوې ښه درك كړي، چې درملنې او پوره كولو ته يې چمتو وي. له همدې لامله، پېغمبران له ولسونو راپاڅېدلي او غالباً د خورا سخت ژوند پړاونه پرې تېر شوي، چې د ژوند تراخه وڅكي او دردناك حقايق لمس او ځان يې درملنې ته چمتو كړي[1225].

((قُل لَّوْ أَنتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَّأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإِنفَاقِ وَكَانَ الإنسَانُ قَتُورًا =))

100_د سخاوت غوراوى: ((قتور)) د ((قَتر)) له مادې په لګښت كې د كنجوسۍ پر مانا ده او داچې قتور، د مبالغې صيغه ده، د سختې كنجوسۍ او تنګ نظرۍ پرمانا ده. د قرآن حکیم په ډېرى آيتونو كې پر انسان په مطلق ډول او بې قيد و شرطه يو شمېر پړې اچول شوي او د کنجوسۍ، ناپوهۍ، ظالم والي او بېړندوى پر ځانګړنو ياد شوى دى. دا تعبيرونه له دې سره په ټكر كې نه دي، چې مؤمنان او روزل شوي وګړي دې ددې ځانګړنو پر مخالف لوري كې وي؛ بلكې دې ته اشاره ده، چې د بنيادم طبيعت دغسې دى، كه د الهي مشرانو تر روزنې لاندې ونه نيول شي او پر خپل حال پرېښوول شي؛ نو ددې ناوړو ځانګړنو او صفاتو منلو ته چمتو دى؛ نه داچې د ذات له مخې دغسې پنځول شوى يا به د ګردو انسانانو پايله دغسې شي[1226]. د معصومينو عليهم السلام په رواياتو كې د سخاوت ښه خوى ته پرېمانه ارزښتونه ويل شوي او كنجوسي او تنګ نظري سخت رټل شوي دي. له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو، چې ((سخاوت، په جنت كې يوه ونه ده، چې ښاخونه يې د دنيا پر لور ورځوړند دي؛ نو چې څوك د نفقې او بخشش په وركړه پر يوه ښاخ يې ځان ونښلوي؛ نو جنت ته يې راكاږي او كنجوسي په اور كې يوه ونه ده او چې څوك په تنګ نظرۍ او د نفقې او بخشش له وركړې په ډډه كولو، پر يوه ښاخ يې منګولې ولګوي؛ نو جهنم ته يې راكاږي)). له امام صادق نه په يو روايت كې لولو ((الله تعالی ته سخي ګناهګار ځوان، تر كنجوس عابده خورا نژدې دى)) د كنجوسۍ د روحي رنځ د درملنې په اړه يې ويلي، انسان بايد ځان د مال پر وركړې روږدى كړي، چې د سخاوت ځانګړنه یې خپله شي[1227].

((=))

101_ د فرعونيانو تر ډوبېدو وړاندې د حضرت موسى علیه السلام معجزې: قرآن حکیم له موسى علیه السلام څخه تر نهو ډېرې معجزې روايتوي؛ خو دا آيت، چې كومو معجزو ته اشاره كوي، د فرعون او فرعونيانو له هلاكته وړاندې رادبره شوي: 1_ پر ستر مار د موسى علیه السلام د کونټۍ اوړېدل. 2_يد بيضاء: په دې توګه، چې موسى علیه السلام به خپل لاس په ګرېوان كې دننه كړ او چې را بهر به يې كړ، د لمر په څېر ځلېده (دې دواړو معجزو ته د قصص سورت په 32 آيت كې اشاره شوې ده). 3_ ځپنده توپانونه. 4_ پر كرنو او ونو يې ملخان راغلل. 5_ د بوټو رنځوري او غوړكی، چې غلي يې ورته له منځه وړې. 6_ چونګښې، چې د نيل له روده راپورته شوې او دومره بچي يې وزېږول، چې ژوند يې ستونزمن او بدمرغه شو. 7_ وينه: په دې توګه، چې د فرعونيانو اوبه په وينه اوړېدې (دا پينځه معجزې د اعراف سورت په 133 آيت كې راغلي). 8_ سوكړه او وچكالي. 9_ د مېوو كمښت (دا دوه معجزې د اعراف سورت په 130 آيت كې راغلي دي)[1228].

((وَبِالْحَقِّ أَنزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا =))

105_قرآن حکیم له اړونې خوندي دى: داچې د ((و بالحق انزلناه)) (او قرآن حکیم مو په حق درنازل كړى دى) او ((و بالحق نزلنا)) (او په حق رانازل شو) ترمنځ څه توپير دى، مفسران يې په اړه بېلابېلې خبرې كوي. څه چې څرګند بریښي، دا دي چې كله انسان يو چار پيلوي؛ خو داچې ځواک يې محدود دى؛ نو تر پايه يې سم رسولاى نشي؛ خو هغه چې له ټولو څيزونو خبر او پر هر څه وسمن دى، هم يې سم پيلوي او هم يې پوره عملي كوي. د بېلګې په توګه، كله انسان له چينې رڼې اوبه خوشې كوي؛ خو داچې په وياله كې يې له چټليو ساتلى نشي، لګوونكي ته پاكې او رڼې نه ور رسي؛ خو هغه چې له هر پلوه پر خپل چار لاسبرى دى، هم له چينې پاكې او رڼې اوبه راباسي او هم د تږيو او څښونكيو په لوښو كې پاكې او رڼې اچوي. قرآن حکیم هم كټ مټ دغسې يو كتاب دى، چې په حق د الله تعالی له لوري نازل شوى او د ابلاغ په ټول بهير كې، كه د جبرائيل د واسطې په پړاو كې و که په هغه پړاو كې، چې اخستونكى رسول الله و، په ټولو حالاتو او پړاوونو كې يې له هر پلوه خوندي كړى دى او ان د زمانې په تېرېدو د ((انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون)) له مخې، لمن ته يې د هېڅ ډول اړونې لاس وراوږد شوى نه دى او نه به وراوږد شي؛ ځكه الله تعالی يې پاسوالي پرغاړه اخستې ده؛ نوځكه دې د الهي وحې رڼو اوبو ته د پېغمبر عليه السلام له وخته د نړۍ تر پايه، لاس ور اوږد شوى نه دى او نه به ور اوږد شي او ټولو زړونو ته ورننوتې او ورننووځي[1229].

((وَقرآن حکیماً فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنزِيلاً =))

106_ د قرآن حکیم د سوكه سوكه رانازلېدو يو دليل: دا آيت د قرآن حکیم د سوكه سوكه رانازلېدو يو مهم دليل ته اشاره لري؛ چې رسول الله يې خلكو ته په درنګ ولولي او ددې امر ځانګړنه دا وه، چې په اسانه په قرآن حکیم كې غور وكړاى شي، ياد يې كړي، لوړې پوهې يې درك كړي او پر عملي لارښوونو يې عمل وكړاى شي. كه قرآن حکیم يوځل نازل شوى واى؛ نو د هغه وخت د حجازيانو زړه يې له پوهاويو او احكامو تورېده؛ ځكه يوځل پرې د عقيدتي چارو او عملي لارښوونو دروند پېټى ورپېټى كېده او هغه انسان، چې تر هغه وخته يې له مبداء، معاد او شريعت سره هېڅ كار نه درلود، له پنډونو پنډونو ګروهېزو او عملي چارو سره مخېده، چې په يوځل منل يې ورته ستونزمن و[1230].

((قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَـنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً =))

110_ الله ته غوره نامې: د آيت ددې برخې په شأن نزول كې روايت شوى، چې رسول الله يو شپه په مکه كې پر سجده الله تعالی د يا رحمن او يا رحيم په نامو ياداوه. پلمه مارو مشركانو له فرصته ګټنه وكړه او و یې ويل: وګورئ. . . دا سړى، مو ټپسوروي، چې ولې ګڼ معبودي یوو؛ خو پخپله دوه خدايان نمانځي، حال دا ځان موحد بولي او تر يو معبود زيات نلري. دا آيت نازل شو او مشركانو ته يې ځواب وركړ، چې دا ګڼ شمېر نامې مو له پاك ذاته خبروي[1231].

110_ د لمونځ ويلو دود: د 110 آيت روستۍ برخه د رسول الله د لمانځه په هكله د مكې د مشركانو خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده او ويل يې په جګ اواز لمونځ كوي، چې پرې ځورېږو، دا څه عبادت او كړلاره ده؟! الله تعالی په دې آيت كې رسول الله ته امر كوي: لمونځ دې نه ډېر جګ وايه او نه ډېر ورو؛ بلكې منځلارى وسه؛ خو داچې منځلاري څه ده او ((جهر)) او ((اخفات)) څه دي؟ جهر په ډېر جګ غږ ويلو او اخفات د ورو ويلو پر مانا دي. داسې چې پخپله انسان يې هم وانه وري. ددې آيت په تفسير كې له امام صادق روايت شوى دى: ((جهر دادى، چې غږ ډېر لوړ كړې او اخفات دا دى، چې ان پخپله يې هم وانه وري (لمونځ دې) دې دواړو حالاتو ترمنځ ووايه)) [1232].

 

 

سورة الكهف

د كهف سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت منځپانګه، د مكې د نورو سورتونو په څېر، په ډېره برخه كې يې مبدا، معاد، زېرى او اخطار اوڅار كړى او هم د اصحاب كهف، موسى علیه السلام ، حضر علیه السلام او د ذوالقرنينو د پېښو په څېر يې هېښنده او عبرتناك داستانونه رانغاړلي دي.

((أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا =))

9_ د اصحاب كهف كيسه: له دې آيته تر 26 پورې د اصحاب كهف هېښنده او عبرتناك داستان ته اشاره شوې ده. د رواياتو له مخې، دا داستان، يو له درې ګونو چارو ځنې دى، چې يهودو د قريشو مشركانو ته وروښوول، چې په اړه يې رسول الله وپوښتي او كه پېغمبر ځواب وركړ؛ نو مشركان دې پوه شي، چې بلنه يې رښتيا ده. دوه نورې موضوعات، چې يهوديانو مشركانو ته ورزده كړل، د موسى او خضر داستان او د ذى القرنين داستان و، چې په دې سورت كې درې واړو ته اشاره شوې ده. پام مو وي، چې اصحاب كهف او رقيم، يوه ډله ده. پر اصحاب كهف يې د نامې ايښوونې علت څرګند دى؛ ځكه كهف غار ته وايي او غار ورننوتو ته یې اشاره ده او څه چې په غار كې پرې تېر شول او پر ((اصحاب رقيم)) يې د نوم ايښوونې علت دادى، چې ((رقيم)) د ((ليكل شوي دي)) پر مانا دي او ځكه په دې نامه پېژندل شوي، چې كيسه يې پر يوې تختې وكښل شوه او د غار پر خولې راځوړنده شوه يا د پاچايانو په زېرمتون كې ساتل كېده[1233]. په اسلامي سرچينو كې د اصحاب كهف په باب پرېمانه روايات ليدل كېږي، چې ځينې د سند له مخې ډاډمن نه دي؛ نوځكه يې په ځينو كې تضاد او اختلاف شته. په رواياتو كې، كوم روايت، چې علي بن ابراهيم قمي په خپل تفسير كې راوړى، د متن، مضمون او د قرآن حکیم له آيتونو سره د همغږۍ له پلوه غوره بريښي، چې لنډيز يې دا دى: د اصحاب كهف او رقيم په هكله امام صادق رحمة الله علیه وويل: هغوى د سرغړاندي او جبار پاچا په زمانه كې اوسېدل، چې خپل هېوادوال يې بوت نمانځنې ته رابلل او چې چا به يې بلنه نه منله، واژه يې. دا يوه مؤمنه ډله وه، چې الله تعالى يې لمانځه؛ خو خپل ايمان یې د ظالم پاچا له غونډاله پټاوه. پاچا د پلازمېنې پر وره پاسوالان ګومارلي ول، چې څوك به له ښاره وته، اړ و، چې هلته ايښوول شوي بوت ته سجده وكړي. دا مؤمنه ډله هرڅنګه چې وه، له ښاره د ښکار په پلمه ووتل او هوډمن شول، چې د خپل ښار ته، چې خورا ګناهګار چاپېريال و، بېرته راستانه نشي. په لار كې له يو شپانه سره مخ شوو، چې د الله تعالى نمانځنې ته يې راوباله؛ خو و يې نه منله؛ خو هېښنده داچې د شپون سپی ورپسې شو او بيخي ترې جلا نشو. دوى چې له بوتپالنې تښتېدلي ول، د ورځې په پاى كې يو غار ته ورسېدل او هوډ يې وكړ، چې لږ په غار كې استراحت او دمه وكړي. الله تعالی خوب ورووړ او هومره ويده شوو، چې ظالم پاچا ومړ، او ښاريان هم یو په بل پسې له نړۍ ولاړل او بله زمانه راورسېده او نور خلك رادبره شول (او روپۍ هم بدلې شوې وې). اصحاب كهف تر اوږده خوب روسته، راويښ شول او يو بل يې د خپل خوب په اړه وپوښت. لمر ته يې وكتل، چې پورته راختلى. و یې ويل: يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه ويده شوي وو! بيا يې له خپلو يو تن ته دنده وركړه او و یې ويل: دا د سپينو روپۍ واخله او د ناپېژندي په بڼه ښار ته ننوځه او خواړه راوړه؛ خو پام چې و دې نه پېژني؛ ځكه كه رانه خبر شي يا مو وژني يا مو خپل دين ته وراړوي. ملګرى يې ښار ته ورننوت؛ خو د ښار څېره يې بدله وليده، څوك يې پكې نه پېژندل، پر ژبه يې هم نه پوهېده او خلك هم دده پر ژبه سم نه پوهېدل. و یې ویل، څوك يې او له كوم ځاى راغلى يې؟! په پايله كې يې خپل راز ووايه. په دې وخت كې، چې د ښار پاچا موحد و، له خپلو يارانو سره له دې سړي سره يوځاى غار ته ورغلل. چې د غار خولې ته ورسېدل، په غار كې يې وكتل. په دې حال كې، الله تعالی اصحاب كهف د رعب او ډار په پرده كې رانغاړلي وو. داسې، چې يو ښاري هم غار ته د ورننوتو جرئت نه درلود؛ خو بې له ملګري يې. چې ملګرى يې غار ته ورننوت، ترهېدلي يې وليدل؛ ځكه ګومان يې وكړ، چې د غار په خوله كې خلك د ((دقيانوس)) (جبار بوتپالى پاچا) ياران دي؛ خو ملګري يې دوى له خپل اوږده خوبه خبر كړل او و یې ویل، چې الله تعالی دوى خلكو ته (د عبرت) نښې كړې دي. دوى خوشحال شوو او له خوشحالۍ يې وژړل او له خدايه يې وغوښتل، چې پر هماغه حال يې مړه كړي. د وخت پاچا وويل: وړ ده، چې دلته جومات جوړ كړو؛ ځكه دوى مؤمنه ډله وه. . . [1234]

((وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَاوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِّنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُّرْشِدًا =))

17_ په غار كې د اصحاب كهف موقعيت: الله تعالی په دې آيت كې، په لنډه وينا دا مانا راپوهولې، چې د اصحاب كهف غار، شرقي_ غربي نه و، چې د لمر له وړانګو په ورځ كې يو ځل (ګهيځ يا ماسپښين) ګټنه وكړي؛ بلكې د غار خوله جنوب خوا ته وه، چې په لمر راختو او پرېوتو كې پرې وړانګې لګېدې. همدغسې پخپله پر اصحاب كهف لمر نه لګېده؛ ځكه له خولې يې لرې په پراخه فضا كې پراته وو او الله تعالی په دې توګه د لمر له تودوخې، د رنګونو او مخونو يې له اوړېدنې او د جامو له روستوالي يې بچ كړي وو. همداراز په خپل خوب كې راحت وو؛ ځكه د خوب د ځاى هوا يې را ايساره او ټپه نه وه؛ بلكې په غار كې هوا له شرق او غربه لګېده او اصحاب كهف هم د هوا لګېدو په لار كې پراته وو[1235].

((وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا =))

18_ د پرانستو سترګو خوب: آيت دا مطلب راڅرګندوي، چې د اصحاب كهف خوب، يو عادي خوب نه و او په خوب كې يې سترګې پرانستې وې؛ لكه د يو ويښ انسان په څېر. ښايي دا استثنايي حالت ددې لپاره و، چې ضرر رسوونکي څاروي ورنژدې نشي؛ ځكه له ويښ انسانه ډارېږي؛ يا داچې د رعب يوه منظره پيدا كړي، چې څوك د ورنژدېدو جرئت ونلري، چې دا پخپله يو ساتندوى ډال ورته وي[1236].

((وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا =))

19_ د اصحاب كهف د اوږده خوب موخه څه وه؟: له دې آيته ګټنه كېږي، چې په غار كې د اصحاب كهف د اوږده خوب علت دا و، چې پر باطلو د حق د ((سيرت)) حقيقت ورڅرګند شي. هو! اصحاب كهف پر ټولنې يې د كفر او باطلو د لاسبري له لامله د حق له راښكاره كېدو او بريا نهيلي شوي ول او شكمنېدو ته ورنژدې وو. له همدې لامله يې، چې غار ته پناه يووړه؛ نو له خدايه يې وغوښتل، چې په خپل رحمت كې يې راونغاړي او هدايت يې كړي او له سرګردانۍ يې وژغوري. الله تعالی يې دعا قبوله كړه او په كلونو كلونو يې ويده او بيا يې راويښ كړل، چې يو بل وپوښتي، چې څومره ويده وو. يو وايي يوه ورځ او بل وايي د ورځې يوه برخه. بيا خپل چاپېريال ته وګوري او وويني، چې د نړۍ اوضاع اوړېدلې او لږ لږ وپوهېږي، چې په لس ګونو كلونو ويده ول او دا موده، چې د نورو له نظره ډېره اوږده ده؛ خو د دوى له پامه يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه راځي او له همدې ځايه وپوهېږي، چې د دنيا د عمر اوږدوالى يا لنډوالى، داسې يو څه نه دي، چې حق مړ كړاى شي يا كوم باطل را ژوندى كړي او د نړۍ پال اراده داده، چې حق پر باطل بريالى شي او ظاهري ځواکونه او دبدبې ټولې له منځه تلونكې دي[1237].

19_ د پاكو او حلالو خوړو اهميت: دا غونډله، د حق لارويانو ته يوه سپارښتنه ده، چې نه يوازې روحاني خوړو ته یې پام وي؛ بلكې خپلو جسماني خوړو ته يې هم پام وي، چې له هر ډول چټليو پاك وي او ان د ژوند په خورا كړكېچنو حالاتو كې هم دا آر له پامه و نه باسي. نن د نړۍ ډېرى خلكو ددې سپارښتنې يوې برخې ته پام ورګرځولى او هڅه كوي خواړه يې له هر ډول ظاهري ناولتيا پاك وي. خواړه په روغتيايي لوښو كې ساتي، چې له ناوليو لاسونه او دوړو خوندي وي؛ البته دا يو ښه چار دى؛ خو نه بايد په دومره چار قناعت وكړو؛ بلكې خواړه بايد د حرامو، ربا، ټګۍ او د هر ډول باطني ناولتيا له ورګډېدو هم پاك وي. په اسلامي رواياتو كې پر حلالو خوړو او په دعا او زړه پاكېدو كې يې پر اغېز، ډېر ټينګار شوى دى. په يو روايت كې لولو، چې يو تن رسول الله ته وويل: ښه مې ايسي، چې دعا مې قبوله شي. رسول الله وویل: خواړه دې پاك سوتره كړه او حرام خواړه مه خوره))[1238].

((وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا =))

21_ د معاد يوه نښه: د اصحاب كهف په لس ګونو كلونو اوږد خوب، مرګ ته ورته و او راويښېدل يې لكه د قيامت د ورځې د راپاڅېدو په څېر و؛ بلكې ويلاى شو دا خوب او راويښېدل، له ځينو اړخونو، تر مړينې او دويم ځل ژوند ته له ورستنېدا ډېر هېښنده و؛ ځكه لس ګونه كلونه پرې تېر شو و؛ خو بدنونه يې وراسته نشول، حال دا نه يې خواړه خوړل او نه يې اوبه څښلې؛ نوځكه هر پوه ته دا پوښتنه راولاړېږي، چې څرنګه دوی دومره اوږده موده ژوندي پاتې شول. ايا دا پر هر څيز او هر چار د الله تعالی د ځواک او لاسبرۍ دليل نه دى؟ دې پېښې ته په پاملرنې، بېشكه تر مړينې روسته ژوند شونى برېښوي[1239].

21_ د اصحاب كهف د قبر ترڅنګ د جومات جوړول: ځينو تاريخپوهانو كښلي، چې كله اصحاب كهف د پېښې له حقيقته خبر شو او داچې لس ګونه كلونه ويده ول، ټول خورا هېښ شول او داچې ننګېرله يې، چې اولادونه، روڼه او خپلوان يې له لاسه وركړي او ژوند ورته پيكه دى، له خدايه يې وغوښتل، چې له دې نړۍ يې سترګې ورپټې كړي او د حق د لورنې غېږ ته ورولېږدول شي او داسې وشو. دوى ومړل او تنې يې په غار كې پاتې شوې، تردې چې خلك ورغلل. دلته د جسماني معاد د پلويانو او مخالفانو ترمنځ شخړه راولاړه شوه. مخالفانو هڅه كوله، چې ژر د اصحاب كهف د خوب او راويښېدو موضوع هېره شي او له موافقانو دا خوله ماتى دليل واخلي؛ نوځكه يې وړانديز وكړ، چې د غار خوله دې ټپه شي، چې اصحاب كهف د خلكو له ليده پټ شي او د خلكو د چوپولو لپاره يې وويل: ډېر يې په اړه خبرې مه كوئ؛ برخليك يې له رازونو ډك و او پالوونكى يې له وضع ښه خبر دى؛ نوځكه يې كيسه شاته كړئ او پر خپل حال يې پرېږدئ؛ خو رښتيني مؤمنان، چې له دې چاره خبر شول او په حقيقي مفهوم يې قيامت جوتولو ته يو ژوندی لاسوند ګاڼه، هڅه يې كوله، چې دا كيسه بيخي هېره نشي؛ نوځكه يې وويل، چې د ښخېدا د ځاى ترڅنګ يې جومات او عبادتځى جوړوو، چې تل د خلكو ياد وي او له پاك روح يې مرسته وغواړي[1240].

((إِلَّا أَن يَشَاء اللَّهُ وَاذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَن يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا =))

24_ د ((ان شاء الله)) د ويلو اهميت: د راتلونكيو خبرونو په باب او د چارو د كولو د هوډ پرمهال د ((ان شاء الله)) ويل لازم دي؛ ځكه موږ خو په هوډ نيونه كې خپلواك نه يو او كه الله تعالی و نه غواړي، هېڅوك هېڅ چار كړاى نشي؛ نوځكه چې جوته كړې مو وي، چې اراده او واک مو د الله تعالی په ارادې او واک پورې تړلى دى؛ نو ښه ده، چې په خبرو كې ((ان شاء الله)) ووايو. له يو شمېر رواياتو ګټنه كېږي، چې كه څوك د ګاندې (راتلونکي) په باب بې ((ان شاء الله)) څه خبره وكړي، الله تعالی يې خپل ځان ته ورپرېږدي او د خپل ملاتړ له كړۍ يې وباسي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه حديث كې لولو: امام امر كړى و، چې يو ليك وليكي، چې ليك پاى ته ورسېد او ورته يې راووړ، و يې ليدل، چې ((ان شاء الله)) پكې نشته. امام وويل: ((څنګه هيلمن وئ، چې دا ليك (يا دا چار) به پاى ته ورسي، حال دا، ان شاء الله پكې نشته؟ وګورئ، په هر ځاى كې يې، چې نه وي، و یې كښئ)) [1241]. ددې آيت په تفسير كې، له اهلبيتو عليهم السلام، چې ګڼ شمېر روايات راغلي، پر دې ټكي ټينګار شوى، چې ان له يوه كال تر تېرېدو روسته چې درياد شو، چې ((ان شاء الله)) مو ويلى نه دى، جبران يې كړئ او ((ان شاء الله)) ووياست[1242].

((وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا =))

28_ تنګلاسو مؤمنانو ته د قرآن حکیم پاملرنه: مفسرانو ددې آيت په شأن نزول كې ليكلي: رسول الله (ص) ته د عربو يو شمېر كبرجن او غټ څټي شتمن راغلل او د ابوذر، سلمان، صهيب، خباب رضى الله عنهم او. . . په څېر مؤمنانو ته يې اشاره كوله، و يې ويل: محمده! په غونډه كې به دې هله كېنو او له خبرو به دې ګټنه كړو، چې دا بوين، چې له بوى يې انسان تنګېږي او ځيګې وړينې جامې يې اغوستې، له ځانه لرې كړې؛ خو چې دوى وي؛ نو ځاى مو تش دى! په دې وخت كې، دا آيتونه نازل شول او رسول الله ته يې امر وكړ، چې دې تشو غولوونكيو خبرو ته يې غاړه كېنږدې او په ژوند كې د سلمانونو او ابوذرونو په څېر مؤمنو او پاكزړو وګړيو سره وسه، كه څه لاس اړي وي او وړينې جامې يې اغوستي وي. د آيت تر نازلېدو روسته، رسول الله يې په لټه كې شو. ته وا دوى د شتمنو د خبرو په اورېدو خپه شوي او د جومات په يو ګوټ كې د پالوونكي پر نمانځنه بوخت دي. په پاى كې يې د جومات په يوه ګوټ كې وموندل، چې د الله تعالی پر ذكر لګيا ول. بيا يې وويل: د الله تعالی مننه، چې تر مړينې وړاندې يې امر راكړ، چې ستاسې په څېر له وګړيو سره وسم[1243].

((وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا ))

32 تر 46_ د دنيا د حقيقت انځور ته دوه ښكلې بېلګې: الله تعالی د همدې سورت په 7 آيت كې دې حقيقت ته اشاره كړې، چې څه د ځمكې پر مخ ښكلي كړاى شوي، د انسانانو ازمېښت ته وزلې او وسايل دي، چې څرګنده شي، د كوم يو يې كړه وړه ښه دي او البته څه موده روسته دا پړق و پړوك له منځه ځي او څه ترې نه پاتېږي. دا آيتونه د 7 آيت مطلب ته يوه څرګندنه ده؛ په دې توګه، چې الله تعالی په دوو ښكليو بېلګو (د دوو نارينه وو بېلګه او د 45 آيت بېلګه) كې انسان ته د لاس ته ورغلې شتمنۍ او اولادونو حقيقت بيانوي او څرګندوي، چې دا د ژوند ښكلاوې او غولوونكې ګاڼې، چې ژر له منځه تلوونكې دي، څرنګه يې انسان د الله تعالی له ياده غافل او پر ځانونو يې بوخت كړى دى، زړه يې خپل بنده كوي، داسې چې انسان انګېري، چې په واقع كې د شتمنيو او اولادونو مالك دى؛ تردې، چې د الله تعالی له لوري ناڅاپي پېښه راكوزه شي او با دبدبه ژوند ته يې د پاى ټكى كېږدي او بنيادم ته يې يوازې هغه خاطره پاتېږي، چې له خوبه تر ويښېدو روسته ور ياد وي[1244].

((وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا =))

34_ د شتمنو ځانمني: دا خبره يې، د ويوونكي د فاسدې ګروهې او باطلې انګېرنې ښوونكې ده. د ډېرى دنيا پالو په څېر يې، ځان د خپلې شتمنۍ حقيقي مالك باله او يو مخې يې هېره كړې وه، چې ټوله شتمني يې د الله تعالی ده او ازمېښت ته وركړاى شوې ده. ظاهري اسباب او وزلې يې ليدې؛ خو د وزليو حقيقي مالك يې هېر كړى و. په دغسې انګېرنې يې خپل ملګري ته وويل، چې تر تا شتمن او وسمن يم. دا هماغه انګېرنه او پوهېدنه ده، چې قارون يې اړ كړ، چې ووايي ((دا شتمني مې له خپلې پوهې ترلاسه كړې))، چې دا خبره يې د هغه ناصح په غبرګون كې وه، چې و یې ویل: له زياتې شتمنۍ دې خوشحالېږه مه اوله نورو سره نېکي وكړه[1245].

((وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاء اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ إِن تُرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا= ))

39_ ((ماشاء الله، لا قوة الا بالله)): دا غونډلې (جملې) كافر شتمن ملګري ته يې د يو مؤمن سړي روستي ځوابونه دي. په مخكې آيتونو كې مو ولوستل، چې هغه كافر سړى داسې پر خپلې شتمنۍ ميين شوى و، چې ځان او شتمني يې تلپاتې او له خدايه خپلواكه ګڼله. مؤمن ملګري يې د كفري انګېرنې پروړاندې دوه غونډلې وويلې: يو ((ماشاء الله)) (څه چې الله تعالی وغواړي، كېږي))) او بل ((لا قوة الا بالله)) (ځواك يوازې د الله تعالی له اړخه دى) او په دې دوو غونډلو يې وپوهاوه، چې هېڅ څيز او هېڅوك له خدايه مړه خوا نه دى او په نړۍ كې هر ځواك او ځواكمن د الله په بې پايه ذات پورې تړلى دى[1246]. په رښتيا، دا دوه لنډې غونډلې د دنيا په اړه د انسان په ژوند او ليدلوري كې څومره ادلون بدلون راوړاى شي. په يو روايت كې لولو، چې حضرت علي (ك) د ((لاحول ولا قوة الا بالله)) د مانا په اړه وپوښتل شو. حضرت علي وویل: ((موږ د الله تعالی په شتون كې د كوم څيز مالكان نه يو او هله يې مالكېږو، چې هغه مو مالك كړي؛ نو چې څه راكړي، هغه تر موږ ورته وړ دى او پر موږ يې يو مكلفيت ايښى دى او چې له موږ يې واخلي، خپل مكلفيت يې رانه اخستى دى)) [1247].

((هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا =))

44_ د نړۍ حقيقي پالندوى: په دې آيت كې ولايت د تدبير د مالكيت پر مانا دى. ددې تفسير له مخې، د آيت مانا داده، پر هغه مهال، چې له هرې لوري د هلاكت يرغلونه پيل شي او اسباب او ظاهري علتونه له كاره ولوېږي او د هغه انسان بېوسي په ډاګه شوه، چې ځان يې له خدايه خپلواك او مړه خوا ګاڼه او څرګنده شوه، چې ولايت، پالندوينه او د انسان او هر څيز د چارو تدبير يوازې د الله تعالی په لاس كې دى؛ ځكه حقيقي څښتن، الله دى او څه چې په دې نړۍ كې په ظاهره اغېز او څه نفوذ لري، له هغه مړه خوا شتونه اغېزمنېږي او د هغه تر ولايت او تدبير لاندې دي[1248].

44_ د شتمنۍ ښاڅمني (غرور): په دې داستان كې، د شمتنۍ د ښاڅمني ژوندى انځور وينو او له پايلې سره يې اشنا كېږو، چې پر شرك او كفر پاى مومي. بې ظرفيته انسانان، چې يو ځاى ته ورسي او پر نورو د مقام او شتمنۍ له اړخ لږ شانته غوراوى پيدا كړي؛ نو زیاتره د پېسمنۍ – غرور پر رنځورۍ اخته كېږي. لومړى هڅه كوي، چې نورو ته د خپلو امكاناتو او شونتياوو پېغور وركړي او پر نورو يې د غوراوي وزله كړي. دا هماغه دى، چې قرآن حکیم په مخكې آيتونو كې په (( أَنَا أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا)) ياد كړي دي. له دنيا سره يې مينه، لږه لږه يې په نظر كې د دنيا تلپاتېتوب انځوروي او دا خبره كوي: ((مَا أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا)) ګومان نه كوم كله به هم دا بڼ له منځه ولاړ شي))! د مادي دنيا پر تلپاتېتوب ګروهه، له قيامت سره څرګند تضاد لري او دغسې وګړي له معاده منكرېږي او دا خبره كوي: ((وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً)) (باور مې نه كېږي، چې قيامت به شي). ځان وينل او غاورتوب يې لاملېږي، چې مادي لوړاوى د پالوونكي درشل ته د خپل نژدېتوب دليل وبولي او ځان ته د الله تعالی پروړاندې پر سرباندې مقام قايلېږي او ووايي، كه الله تعالی ته ورشو او آخرت وي؛ نو هلته به مو تردې هم مقام اوچت وي. د دنياپالو ځواكمنو په ژوند كې دا څلورګوني پړاوونه ليدل كېږي. په رښتینه كې د كږېدو ليكه يې له دنيا پالنې پیلېږي او پر شرك، بوتپالنې، كفر او له معاده په نټه پاى مومي؛ ځكه ((توکیز – مادي ځواك)) د بوت په څېر نمانځي او بې له دې يې هرڅه هېروي[1249].

((وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا =))

45_ د دنیوي ژوند حقيقت ته ښكلې بېلګه: الله تعالی په دې آيت كې انسانانو ته وايي، چې هر كال د ژوند پيل او پاى مو د سترګو پروړاندې تكرارېږي. په پسرلي كې بېدیا ته ورشئ او هغه ښكلې صحنې ووينئ، چې په هر ګوټ كې يې د ژوند اثار ليدل كېږي. په مني كې همدې بېديا ته ورشئ (چې په پسرلي كې تكه شنه وه) او ووينئ، چې په هرګوټ كې يې د مرګ اثار راښکاره دي. هو! يوه ورځ تاسې پخپله د نوې غوړېدلې غونچې په څېر يو ماشوم وئ، بيا د تازه ګل په څېر ژڼی- ځوان شوئ، ورپسې پوخمنګی، زوړ او بېوسېږئ؛ لكه مړاوي او وچ ګلونه، چې پاڼې يې ژېړې راتاوې او مړې وي او په پاى كې د اجل توپان مو ريبي او څو سبا روسته، بادونه مو ورستې خاورې هرې لوري ته شيندي[1250].

 ((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا= ))

46_باقيات صالحات: له باقيات صالحات مراد، نېكې چارې دي. د قرآن حکیم د نص له مخې، د الله تعالی په نزد د انسان كړنې ساتلې دي او كه دا كړنې، نېکې وي؛ نو باقيات صالحات دي. له معصومينو علهيم السلام په رواياتو كې راغلي، چې له باقيات صالحات مراد، لمونځ دى او ځينې يې مصداق د اهل بيتو دوستي بولي. څرګنده ده، چې دا هر يو روايت، يې يو مصداق دى. نه داچې مانا يې را ايساره كړي[1251].

((وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا= ))

47_ د قيامت په درشل كې د هستۍ ويجاړېدل: دا آيت او ورپسې دوه آيتونه، د قيامت په درشل كې پېښو ته اشاره كوي. دا پېښې ډېرې زياتې دي او د قرآن حکیم په لنډو او روستيو سورتونو كې راغلي، چې ((اَشراط الساعة)) (د قيامت نښې) نو مېږي. ددې نښو ټولګه، په دې دليل دى، چې اوسنۍ نړۍ مو يو مخې ورانه او بدلېږي. غرونه له منځه ځي، ونې او ماڼۍ رالوېږي، ځمكه هوار ډاګ كېږي. بيا يې زلزلې ځپي، لمر توره تبۍ كېږي، سپوږمۍ تياره كېږي او ستوري تتېږي او بيا يې پر كنډرو نوې نړۍ؛ نوى اسمان او نوې ځمكه ابادېږي او په نوې نړۍ كې د انسان نوى ژوند پيلېږي[1252].

((وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا =))

49_ په قيامت كې درې ګوني كتابونه: له قرآن حکیمي آيتونو ګټنه كېږي، چې په قيامت كې انسانانو ته درې ډوله كتابونه (كړنليكونه) شته: لومړى، يو كتاب دى، چې د ټولو د كړنو حساب پكې دى لومړنيو تر روستنيو انسانانو كړنې پكې ثبت دي ((وضع الكتاب)). دويم: هغه كتاب دى، چې هر امت يې لري او كړنې يې پكې ثبت دي. د جاثيه سورت په 28 آيت كې راغلي، چې هر امت خپل كتاب ته بلل كېږي. درېيم: هغه كتاب دى، چې هر انسان ته جلا ايښوول كېږي، د اسراء سورت په 13 آيت كې لولو: ((او موږ د هر انسان په غاړه كې يې كړه وړه راځوړند كړي او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو، چې پرانستې به يې ګوري (چې دا يې هماغه كړنليك دى))) [1253]؛ البته تر بحث لاندې آيتونه ښيي، په ځانګړو كتابونو كې د انساني كړنو پر ثبت سربېره، هلته خپله كړنې هم انځور او حاضرېږي (وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا) هغه كړنې، چې په دې نړۍ كې د انرژۍ په بڼه شوي، چې په حقيقت كې له منځه تللي نه دي او د اوسني بشر علم هم جوته كړې، چې انرژي او ماده له منځه نه ځي؛ بلكې بڼې يې اوړي. پر هغه ورځ د الله تعالی په امر دا وركې انرژۍ پر مادې اوړي او په مناسبو بڼو انځورېږي. نېكې كړنې په ښكلو او زړه پوریو بڼو او بدې كړنې په بدرنګو څېرو كې راښكاره كېږي او دا كړنې به راسره پاتې شي[1254].

((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاء مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا =))

50_ د پرښتو په ليكه كې يو پېرى: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې ابليس له پرښتو ځنې نه و؛ بلكې له جنیاتو يا پيريانو ځنې و. په ټوليز ډول، د قرآن حکیم له آيتونو او د معصومينو عليهم السلام له رواياتو ګټنه كېږي، چې د عبادت له لامله يې مقام دومره اوچت شو، چې د الله تعالی د مقربو پرښتو په ليكه كې شو؛ خو د الله تعالی له حكمه د سرغړونې، تكبر او آدم علیه السلام ته د سجدې نه كولو په پار، له هغه مقامه وشړل شو او الهي غوسې راونغاړه[1255].

((وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا =))

55_ځېلي كافران الهي عذاب ته سترګې پر لار: دې آيت دې ټكي ته اشاره كړې، چې ځېلي او ښاڅمن – مغرور كافران به په خپله خوښه ايمان رانه وړي او يوازې په دوو حالاتو كې ايمان راوړي: ړومبى، دوى هم په هغو دردناكو عذابونو كې راګېر شي، چې مخكېني قومونه يې راګېر كړي ول؛ دويم داچې په خپلو سترګو الهي عذاب وويني، چې البته دا بېړنی ايمان به بې ارزښته وي. دې ټكي ته پاملرنه لازم ده، چې دا بې لارې ډلې دغسې برخليك ته سترګې پر لار نه وې؛ خو هرومرو يې دا برخليك و؛ نوځكه قرآن حکیم انتظار او سترګې پر لار نومولى دى او دا يو ډول ښكلې كنايه ده؛ لكه كټ مټ، چې يو سر غړاند ته ووايو: غواړې، چې مجازات شې؛ يعنې سزا دې هرومرو برخليك دى؛ هاغسې، چې ته وا ورته سترګې پر لار يې[1256].

((وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا =))

60_ ولې حضرت موسى علیه السلام په حضرت خضر علیه السلام پسې ولاړ؟: په دې آيت كې د موسى علیه السلام او يو عالم داستان پيلېږي، چې د دوو سمندرونو په يوځاى كېدو كې يې وكتل. هغه عالم، چې د پېښو له رازونو خبر و او په رواياتو كې يې نامه، ((خضر)) دی. ته وا الله تعالی په دې داستان د اسلام رسول الله په دې ټكي پوهوي، چې له بلنې يې د خلكو مخ اړونه او له دنيا پالۍ يې غمجن نشي او په خپله بلنه كې زغم ولري؛ ځكه ددې ظواهرو تر شا، يو باطن شته او د كافرانو د ځواك او شتمنيو ورهاخوا، الهي ځواك دى؛ لكه د خضر علیه السلام د ظاهري چارو تر شا، چې كوم باطن و، چې روسته ښكاره شو. كوم موسى، چې په دې داستان كې ياد شوى، هماغه موسى بن عمران علیه السلام – درېيم اولوالعزم پېغمبر- دى او د رواياتو له مخې، دوست يې – چې په 60 آيت كې ياد شوى- ((يوشع بن نون)) دى، چې د موسى علیه السلام وصي دى. له امام باقر نه په يو روايت كې راغلي دي: ((موسى علیه السلام له يو شمېر بني اسرائيلو سره ناست و، يو تن وویل: هېڅوك نه پېژنم، چې تر تا ښه الله تعالی پېژني. موسى علیه السلام وويل: زه يې هم نه پېژنم. په دې وخت كې الله تعالی وحې ورته وكړه: ولې نه، بنده مې خضر تر تا ښه پوه دى. موسى علیه السلام له خدايه خضر ته د وررسېدو لار وپوښتله؛ نو د خضر د ځاى نښه هغه شوه، چې د موسى علیه السلام كب ورك شي او څه چې الله تعالی په قرآن حکیم كې ويلي، پرې تېر شو)) [1257].

60_ مجمع البحرين: مجمع البحرين د دوو سمندرونو د يوځاى كېدو ځاى دى. داچې كوم دوه سمندره دي. مفسرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو ډېر سم احتمال دا دى، چې منظور، د سوئز له خليج سره د عقبې د خليج د يو ځاى كېدو ځاى دى. پوهېږو، چې سور سمندر په شمال كې دوه راوتلې پوزې لري، يوه يې شمالي شرقي لوري ته او بله يې شمالي غربي خوا ته چې لومړۍ پوزې ته يې د عقبې خليج او د دويمې ته يې د سويس خليج وايي، چې په جنوبي برخه كې سره يوځاى كېږي او له سره سمندر سره نښلي[1258].

((فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا =))

61_ كب څرنګه سمندر ته روان شو؟: تردې آيت لاندې مرحوم علامه طباطبايي وايي: پوه شه، چې دا آيتونه، تر مړينې روسته د كب په ژوندي كېدو څه څرګندنه او صراحت نه لري (؛ لكه چې ځينو مفسرانو ويلي دي)؛ بلكې د عبارت له ظاهرو ګټنه كېږي، چې كب د سمندر پر غاړه پر يو ګټ ايښوول شوى و او په سمندر كې ولوېد، يا د مد له لامله د سمندر څپه راپورته شوه او ماهي يې يووړ او ددې چارو په څېر. كب په سمندر كې ورك شو او په هېښنده ډول يې په تل كې ور ډوب شو. ځينې روايات (؛ لكه د 60 آيت په څرګندنه كې، چې كوم روايت وويل شو) دا نظر تاييدوي؛ ځكه په هغوى كې د خضر د ځاى نښه، د ماهي وركېدل و، نه يې ژوندي كېدل[1259].

((قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا =))

63_ ايا شونې ده، شيطان د الله تعالی د پېغمبر له ياده يو څه وباسي: د آيت ددې غونډلې تر لوست روسته، ښايي ذهن ته پوښتنه راشي، چې ايا شونې ده، شيطان د يوشع بن نون پېغمبر په څېر په فكر او ذهن كې تصرف وكړي؛ حال دا پوهېږو، پېغمبران د شيطان پروړاندې خونديتوب لري. په ځواب كې وايو، له شيطانه د پېغمبرانو معصومیت پر دې مانا ده، چې شيطان دوى ګناه ته راښكوداى نشي؛ خو كوم دليل نه لرو، چې شيطان به پېغمبر و نه ځورولاى شي او لكه يو څيز يې له ياده وباسي. د قرآن حکیم له ځينو آيتونو هم دا مطلب ګټنه كېږي؛ لكه د ص سورت 41 آيت، چې وايي: ((او زموږ بنده ایوب درياد كړه، چې كله يې خپل پالوونكى وباله (او و یې ويل: پالونكيه!) زه شيطان په تكليف او عذاب كړى يم)) [1260].

((فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا =))

65_ د موسى علیه السلام او خضر علیه السلام كتنه: په قرآن حکیم كې د هغه عالم نامه راغلى نه ده، چې موسى علیه السلام ورسره وكتل او په دې آيت كې ښكلی ياد شوى دى؛ خو په رواياتو كې راغلي، چې هغه ((خضر)) علیه السلام او د حضرت موسى علیه السلام له همپېرو پېغمبرانو ځنې و. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې الله تعالی ډېر عمر وركړى، ژوندى دى او له نړۍ تللى نه دى[1261].

65_ حضر علیه السلام له الهي پوهې برخمن و: داچې په دې آيت كې له ((رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا)) مطلب څه دى، مفسرانو ډېرې خبرې اترې كړې: ځينو پر نبوت او ځينو په اوږده عمر تفسير كړې دي؛ خو دا احتمال هم شته، چې مطلب ښه استعداد، پراخ روح او پراخه سينه وي، چې الله تعالی دې ستر نارينه ته ورپېرزو كړي، چې له الهي پوهې برخمن شي. د ((مِن لَّدُنَّا)) تعبير هم ښيي، د حضرت حضر علیه السلام پوهه، عادي پوهه نه وه؛ بلكې د نړۍ د رازونو او پېښو د رمزونو پر يوې برخې يې پوهه وه، چې يوازې الله تعالی پرې پوهېږي، په علماً تعبير (چې نكره ده او معمولاً په دغسې ځايونو كې درناوي ته كارول كېږي) ښيي، حضر علیه السلام له دې الهي پوهې ډېره برخمني درلوده[1262].

((وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا =))

68_ په دوو بېلو برخو كې د موسى او حضر بېلابېلې دندې: بايد پام مو وي، چې حضرت حضر علیه السلام د باطن د رازونو او د پېښو او ښكارندو په دننه پورې اړوند علومو پر بابونو احاطه درلوده، حال دا موسى علیه السلام نه پر باطنو مامور و او نه يې پرې دومره پوهېده. په دغسې ځايونو كې ډېر ځل د پېښو ظاهري څېره، له هغه څه سره توپير لري، چې په باطن كې يې ده، چې ډېر ځل ظاهر يې بې خونده او پيكه وي؛ خو باطن به يې ډېر سپېڅلى، سنجول شوى او سولیز – منطقي وي. په دغسې ځايونو كې هغه چې ظاهر ويني، بې زغمه او بېواكه په نيوكه لاس پورې كوي او كله خو هغه استاد، چې د باطنو له خوالې خبر دى او باطن ويني، په ارام خپل چار پر مخ وړي او نيوكې او چغو ته يې پام نه كوي؛ بلكې د مناسب فرصت په لټه كې دى، چې د چار حقيقت ورڅرګند كړي؛ خو زدكړيال هماغسې تروري كوي؛ خو چې خواله راوسپړل شي، پوره آرامېږي. دلته دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې ايا نبايد اولوالعزم او رسالت څښتنی پېغمبر، د خپلې زمانې يو خورا پوه تن وي؟ په ځواب كې وايو، چې بايد د خپلې دندې په برخه؛ يعنې د تشريع په غونډال – نظام كې تر ټولو پوه وي او موسى د تشريع د غونډال په اړه د خپلې زمانې خورا پوه و؛ خو د حضر علیه السلام مخه څه نورو څيزو ته وه، چې د تشريع په غونډال پورې يې څه تړاو نه درلود. په بله وينا، حضر علیه السلام له داسې خوالو خبر و، چې د نبوت بلنه پرې ولاړه نه وه.

له امام صادق علیه السلام نه په يوه روايت كې په ډاګه لولو، چې: ((موسى علیه السلام د شرع په علم كې تر حضره علیه السلام پوه و.)) له امام رضا نه په يو راغلي روایت كې هم، ګټنه كېږي، چې ددې دوو سترو نارينه وو د دندو قلمرو سره توپير درلود او هر يو په خپل چار كې تر بله ښه پوه و[1263].

((قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّي عُذْرًا =))

76_ د حضر علیه السلام پروړاندې د موسى علیه السلام انصاف: دا آيت د موسى علیه السلام انصاف او لرليد څرګندوي؛ ځكه تر درې ځل ازمېښت روسته چې مومي، دنده او ماموريت يې له خضره جلا دى، حق ته غاړه ږدي. هو! سره له دې، چې د ښووند – استاد بېلتون ورته سخت و، ددې واقعيت پروړاندې ځېل نه كوي او په انصاف، حق نوموړي عالم ته وركوي، حال دا له همدې لنډې دوستۍ يې د حقيقت سترې زېرمې ترلاسه كړې وې. انسان نه ښايي د عمر تر پايه پر خپل ازمېښت بوخت وي او چې كله يې څو ځل يو مطلب وازمېيه، بايد پايلې ته يې غاړه كېدي[1264].

((وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا =))

82_ د انسان نېكچاري يې، د اولادونو پر برخليك اغېز لري: له دې آيته ګټنه كېږي، چې د انسان نېكچاري يې پر پاتوړیو – وارثانو هم ښه اغېز شيندي او د خير او نېكمرغۍ يې لاملېږي؛ لكه چې د نساء سورت له نهم آيته هم ګټنه كېږي، چې د مورو پلار ښه توب د اولاد پر برخليك اغېزمن دی: ((هغوى كه لاس اړي اولادونه پرېږدي او د ګاندې – راتلونكې په باب يې ورسره اندېښنه وي (؛ نو) بايد (د خلكو د پلارمړيو په اړه دې) ووېرېږي)) له امام صادق نه روايت شوى: ((الله تعالی د مؤمن د نېكچارۍ په پار، اولاد او لمسى يې هم ښه او سموي او كورنۍ او شاوخوا خلك يې ساتي؛ نو دوى د هغه مؤمن د نېكچارۍ په پار د الله تعالی تر ساتنې لاندې دي)) بيا امام د دوو پلارمړيو هلكانو داستان ياد كړ او د آيت پر دې برخه يې استناد وكړ، چې وايي: ((وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا))[1265].

82_ايا د حضر كړدود بېلګه ده: پوهانو د موسى علیه السلام او حضر علیه السلام په داستان كې د دوى پر درې ګونو پېښو ډېرې خبرې اترې كړې دي. داچې د استاد څرګندنې يې اورېدې؛ نو قانع كېده. پوښتنه داده، چې ايا د چا مال بې اجازې یې معيوب او ټكنى كولاى شو، په دې پار، چې كوم غاصب يې له منځه يو نه سي؟ او ايا يو هلك په دې پار مجازات كړو، چې په ګانده – راتلونکی كې يو چار ترسره كوي؟! او ايا څه لزوم شته، چې موږ د بل چا مال ساتنې ته په وړيا زحمت وكاږو؟! ددې پوښتنو په ځواب كې وايو، چې په نړۍ كې دوه غونډالونه – نظامونه لرو: تكوين غوڼدال او تشريع غونډال. كه څه دا دواړه په ټوليزو آرونو كې همغږي دي؛ خو كله په جزياتو كې يو له بله بېلېږي؛ لكه الله تعالی د خپلو بندګانو ازمېښت ته، دوی په ډارنو څيزونو، په شتمنيو او یېبرو – حاصلاتو كې يې په كمښت او د خپلوانو په منځه وړو يې اخته كوي، چې ددې پېښو پروړاندې زغمناك معلوم كړي؛ خو ايا كوم پېغمبر دغسې هڅه كړاى شي؟ يا الله تعالی د يو تن د ناشكرۍ په پار، د روغتيا نعمت ترې واخلي؛ خو د شرع د قوانينو له مخې د يو تن د ناشكرۍ په پار، روغتيا يې ترې اخستى نشو. د الهي تكويني غونډال له پلوه څه مانع نشته، چې الله تعالی ان نابالغه کوشنى پر يوې پېښې اخته كړي او ساه يې واخلي؛ ځكه شونې ده، په ګانده كې يې شتون ستر خطرونه رامنځ ته كړي؛ لكه چې ددې وګړيو پاتېدل د ازمېښت په څېر مصالحو ته وي؛ لكه څنګه چې الله تعالی (د موسى علیه السلام په څېر) يوې ډلې ته د تشريع غونډال پلي كولو ته دنده وركوي او له پرښتو يا انسانانو يوه ډله د تكويني غونډال پلي كولو ته ګوماري؛ البته بېشكه يوه ډله هم خپلسری هاند او اقدام كړاى نشي او بايد له خپل حقيقي مالك او واكمنه اجازه ولري؛ نوځكه حضر علیه السلام په ډاګه اعلان كړه، چې دا چارې مې خپلسرې كړې نه دي[1266].

((وَيَسْأَلُونَكَ عَن ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكْرًا =))

8۳_ ذوالقرنين: داچې ذوالقرنين څوك و، مفسرانو ډېرې خبرې پرې كړې دي. په دې نظرياتو كې، هغه نظر، چې د قرآن حکیم له آيتونو او تاريخي لاسوندونو- شواهدو سره ډېر اړخ لګوي، دادى چې ذوالقرنين هخامنشي پاچا ((ستر كورش)) دى. د تاريخ له مخې، كورش، ختيځ، لويديځ او شمال ته سفرونه كړي، چې په قرآن حکیم كې د ذوالقرنين له درې ګونو سفرونو سره اړخ لګوي. لومړى يرغل يې د (ليبيا) پر هېواد و، چې د کوشنۍ اسيا په شمال كې پروت و. دا هېواد د كورش د حكومت د مركز په لويديځ كې پروت و. كه د کوشنۍ اسيا د لويديځ کڅ – ساحل نخچه ووينو، وبه وينو، چې د کڅ ستره برخه، په کوشنيو خليجونو كې ډوبېږي؛ په تېره ازمير خليج ته ورنژدې، چې د يوې چينې بڼه خپلوي. په 86 آيت كې وايي، ذوالقرنين په خپل لويديزې سفر كې وننګېرله، چې لمر په توره او خړه چينه كې ورډوبېږي. دا هماغه صحنه ده، چې كورش په ساحلي خليجونو كې د لمر د ټيكلې د لوېدو پرمهال وليده. د كورش دويم يرغل د ختيځ پر لور و. يوناني تاريخپوه؛ ((هېرودت)) وايي: دا يرغل د ليديا تر سوبې روسته و. د ځینو وحشي بېدیاني ټبرونو سرغړونې، کورش يرغل ته اړ كړ. د قرآن حکیم تعبير (90 آيت) د ختيځ روستۍ برخې ته د كورش سفر ته اشاره ده، چې و یې كتل لمر پر يو داسې قوم راخېژي، چې د لمر د وړانګو د لګېدو پروړاندې يې څپرګي نه درلود او بېديا ګرځي ول. د كورش درېيم يرغل د شمال پر لور او د قفقاز د غرونو خوا ته و، چې د دوو غرونو ترمنځ يو تنګي ته ورسېد او د ځايي خلكو په غوښتنه يې د وحشي اقوامو د يرغل مخنيوي ته په تنګي كې يو ټينګ بند ورته جوړ كړ. په اوسني وخت كې، دې تنګي ته د ((داريال تنګى)) وايي، چې همدا اوس هم د ((ولادي كيوکز)) او ((تفليس)) ترمنځ دى او اوسپنيز دېوال هم پكې شته. دا دېوال هماغه بند دى، چې كورش جوړ كړى او هغه ځانګړنې پرې پوره تطبيقېږي، چې قرآن حکیم (94- 97آيتونه) د ذوالقرنين د بند په باب ويلي دي[1267].

84_ د ذوالقرنين په واك كې كوم اسباب وو؟: سبب په آر كې د هغه رسۍ پر مانا ده، چې د كجورو پر ونو پرې خېژي او بيا هر ډول وزلې ته ويل شوى دى. په آيت كې سبب پراخ مفهوم لري او راښيي، الله تعالی، ذوالقرنين ته هر څيز ته د وررسېدو لپاره اسباب وركړي وو. عقل او بسیا درايت، سم مديريت، ځواك او قوت، لښكر او انساني ځواك، مادي شونتياوې او امكانات، چې دا اسباب يې غوره وكارول[1268].

((قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا =))

94_ له هغه قوم سره د ذوالقرنين خبردود چې په خبره نه پوهېدل: په ۹۳ آیت کې وايي ذوالقرنین داسې يو قوم ته ورسېد، چې په هېڅ خبرې نه پوهېدل او ځان ته يې ځانګړې ژبه درلوده؛ خو 94 آيت وايي، چې هغه قوم له ذوالقرنين سره خبرې وكړې او د ياجوج او ماجوج پروړاندې يې مرسته ترې وغوښته. شونې ده، دا وينا يې – سره له دې، چې د ذوالقرنين پر ژبه نه پوهېدل- په اشارو يا په ډېرو نيمګړو ټكو وي، چې په وينا يې شمېرلاى نشو. دا احتمال يې هم وركړى، چې دا خپلمنځي پوهاوى يې په ځينو ژباړونكيو يا په الهي الهام – لكه له سليمان علیه السلام سره د ځينو مرغانو خبرې كول- شوى وي[1269].

94_ ياجوج و ماجوج: ياجوج و ماجوج، قراينو او لاسوندونو – شواهدو ته په پاملرنې په زيات احتمال د مغولو يوه ډله وه، چې قفقازيان يې سخت ځورول. كورش، چې دې سيمې ته ورغى، قفقازيانو ترې وغوښتل، چې مخه يې ونيسي او ده هم د ذوالقرنين د مشهور بند په جوړولو لاس پورې كړ[1270].

((أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِن دُونِي أَوْلِيَاء إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا =))

102_ جنت و دوزخ: د نه ستاېنېدونې بدلې او سزا سريزه: ((نُزُل)) هغه څه دي، چې مېلمه په لومړي راننوتو كې پرې ښه راغلاست كېږي. دا آيت وايي، چې جهنم، د كافرانو ((نُزُل)) دى. په 107 آيت كې لولو، چې جنت د نېكچاريو مؤمنانو ((نُزُل)) دى، له دې تعبيره ځينو مفسرانو ګټنه كړې، چې جنت او دوزخ د مؤمنانو او كافرانو لومړنۍ بدله او سزا ده او تر شاته يې نه ستاېنېدونې ثواب او عذاب شته. د قرآن حکیم ځينې آيتونه هم دا نظر تاييدوي؛ لكه: (ق_ 35) ((؛ نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدله كې ورته پټ كړاى شوي دي، هېڅوك پرې خبر نه دي)). (زمر_47): ((او (ظالمانو ته به په قيامت كې) د الله تعالی له لوري داسې څه ورښكاره شي، چې (بيخي) يې ګومان نه كاوه[1271])).

((قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا =))

((الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا =))

103 او 104_ خورا زيانمن: ډېر وينو، چې كله انسان يوه ګناه كوي؛ خو انګېري، چې ښه او مهم چار يې كړى دى. شونې ده، دا پېچلې ناپوهي (جهل مركب) يوه شېبه يا يو كال يا ان ټول عمر دوام ومومي او په رښتيا، ستره بدمرغي ترې نه انګېرل كېږي. كه وينو قرآن حکیم دغسې وګړي خورا زيانمن نومولي؛ نو دليل يې څرګند دى: هغوى چې ګناه كوي؛ خو پوهېږي، چې ګناهګاران دي. زیاتره، چې خپلې ګناه ته يو بريد ټاكي او ډېر كېږي، چې په خود او ځان ته يې پام شي؛ نو جبران ته يې توبه كاږي او په سمو چارو لاس پورې كوي؛ خو هغوى چې ګناهګاران دي او په عين حال كې، خپل ګناهونه عبادت، خپلې ناوړې چارې نېكچاري او كږلېچ، سمونې بولي، خپلو چارو ته دوام وركوي. قرآن حکیم دا د پاموړ تعبير ورته كارولى دى: ((بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا)) په روايتو كې، دې تعبير ته څرګند مصاديق ياد شوي، چې د غور او تامل وړ دي. په ځينو روايتو كې، ګوټناستې – تارك دنيا نارينه او ښځې ددې آيت مصداق ښوول شوي دي؛ ځكه يو عمر د ((دېرونو)) (عبادتځايونو) په ګوټونو كې تېروي او ځان د ژوند له حلالو خوندونو بې برخې كوي او دا بې برخېتوب الله تعالی ته د ورنژدېدو لامل ګڼي. په ځينو رواياتو كې، د ((نهروان خوارج)) يې يو مصداق ښوول شوى؛ دا سرسري، بې مغزه او ناپوهه ډله، چې د علي (ك) د وژنې په څېر خورا ستره ګناه يې الله تعالی ته د ورنژدېدو لامل ګاڼه او جنت يې ځان ته په خپله ولكه كې فرض كړى و. هو! سخت تعصبونه، پېسمني او ښاڅمني – غرور او – تكبر، ځانویني، ځانخوښي، ځانواکي او دنيا پالنه ددې ناسمو او غلطو انګېرنو خورا مهم لاملونه دي[1272].

((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا =))

 110_ لقاء الله: بېشكه له لقاء الله مراد، حسي ملاقات او ليده كاته نه دي؛ د حسي ليده كاتو لازمه، د جسم درلودل دي او د جسم درلودو لازمه يې محدودوالى، اړين والى او نستېدل – فنا كېدل دي او هر عقلمن پوهېږي، چې الله تعالی دغسې ځانګړنې نه لري؛ نو له ((لقاء الله)) منظور، ((باطني مشهود)) دي؛ يعنې داچې انسان په قيامت كې تر بل هر وخت د الله تعالی آثار ډېر او ښه ويني؛ نو د زړه په سترګو يې ښکاره ليدلى دي. په همدې دليل – د قرآن حکیم د آيتونو له مخې- ان په قيامت كې د الله تعالی ځيلي منكران؛ خولې په نټه – انکار سپړي؛ ځكه انکار ته يې بله لار نه ويني[1273].

110_ اخلاص؛ د نېکو كړو وړو حقيقت: دا آيت، په يوه لنډه غونډله كې د نېکې کړنې حقيقت بيانوي. په څرګند تعبير، څو په عمل كې د اخلاص او خلوص حقيقت رانشي، د نېکې کړنې رنګ به خپل نه كړي[1274]. له رسول الله (ص) نه روايت شوى: ((چې څوك ځانښوونې او ريا ته لمونځ وكړي، روژه ونيسي او صدقه وركړي؛ نو د خپل پالوونكي په عبادت كې يې شريك پيدا كړى دى)) بيا يې تر ویینې لاندې آيت ولوست. له امام باقر او امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((كه كوم بنده د الله تعالی د لورنې او اخرت په پار يو چار وكړي؛ خو په نيت كې يې د يو چا خوشحالول هم نيولي وي؛ نو په حقيقت كې مشرك دى[1275])).

سورة مريم

د مريم سورت ټوليزه منځپانګه:

دا سورت د منځپانګې له پلوه څو برخې لري: 1_ د سورت خورا مهمه برخه د يو شمېر سترو پېغمبرانو (؛ يعنې حضرات نوح، ابراهيم، اسحاق، يعقوب، موسى، اسماعيل، ادريس، زكريا، يحيى اوعیسی مسيح عليهم السلام) او د پاكې ښځې مريم صديقې حالاتو ته اشاره ده، چې ځانګړي روزنيز ټكي لري. 2_ بله برخه يې په قيامت، د قيامت په څرنګوالي، د مجرمانو په برخليك او د پرهېزګارانو په بدلې پورې اړوند ده. 3_ د تېرو برخو پوره كولو ته يې موعظې او نصايح راوړي دي. 4_ روستۍ برخه يې قرآن حکیم، د الله تعالی اولاد نه درلودو او شفاعت ته اشارې دي، چې په ټول كې ايمان، پاكۍ او ځان ساتنې (تقوا) ته د انساني پرګنيو لپاره اغېزمنې روزنيزې کړنلارې دي[1276].

((كهيعص=))

1_ كهيعص: د بقرې سورت تر لومړي آيت لاندې د مقطعه ټكیو په باب څرګندونه شوې ده؛ خو ددې سورت د مقطعه ټكيو په اړه په یوه روايت ليدل كېږي: چې د کهیعص هر يو ټكى د الله تعالى يوې نامې (اسماء الحسنى) ته اشاره بولي: ((كاف))، كافي ته اشاره ده؛ ((هاء))، هادي ته اشاره ده، ((ياء))، ولي ته اشاره ده؛ ((عين))، عالم ته اشاره ده او ((ص))، صاد الوعد ته اشاره ده، چې ګرسره ((اسماء الحسنى)) دي. په اړه یې بل روایت هم شته. پام مو وي، چې د قرآن حکیم آيتونه ډول ډول ماناوې درلوداى شي او كله د تېرو او ګاندې مفاهيم څرګندوي، چې په عين رنګارنګۍ كې يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ په داسې حال كې، كه مانا په يو تفسير پورې را ايساره كړو؛ نو شونې ده، د آيت د نزول د حالت او وخت له پلوه يې له ستونزو سره مخ شوو[1277].

((يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا =))

6_ هغه اولاد، چې له آل يعقوب څخه ميراث وړي: د زكريا علیه السلام مېرمن د حضرت سليمان علیه السلام له ځوځاته وه او حضرت سليمان علیه السلام د حضرت يعقوب علیه السلام له ځوځاته و؛ نو له همدې لامله حضرت زكريا علیه السلام الله تعالی ته وويل، چې داسې ځايناستى راكړه، چې زما او د يعقوب د ځوځات پاتوړی – وارث وي[1278].

((يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَل لَّهُ مِن قَبْلُ سَمِيًّا =))

7_ يحيى همنامى نه درلود: له دې آيته ګټنه كېږي، چې الله تعالی پخپله دا نامه پرې ايښې ده؛ البته لرې نه ده، چې يحيى ته د همنامي د نه درلودو منظور، په څېر يې نشتون ته وي. ددې ادعا شاهد دا دى، چې الله تعالی په قرآن حکیم كې يحيى ته داسې ځانګړنې يادوي، چې ترده وړاندې يې يوه پېغمبر ته هم ويلې نه دي؛ لكه په کوشنيتوب كې نبوت ته رسېدل، د واده نه كول او د زوكړې، مړينې او بيا را ژوندي كېدو پرمهال په الهي درود كې رانغاړېدل؛ البته په دې ځانګړنو كې حضرت عيسى علیه السلام هم ورسره شريك و؛ خو پام مو وي، چې مسيح علیه السلام تر زكريا علیه السلام روسته زېږېدلى دى[1279]. يادونې وړ ده، چې د زكريا علیه السلام واده نه كولو ځانګړى علت درلود، چې نورو انسانانو ته دا ځانګړنه كمال نه شمېرل كېږي[1280]. ددې ټكي يادول هم لازم دي، چې يو پېغمبر ته د ځانګړو ځانګړنو ويل، پر نورو پېغمبرانو يې د مقام د غوراوى دليل نه دى؛ بلكې د ځانګړي امتياز ښوونكى يې دى[1281].

7_ د امام حسين (رض) او حضرت يحيى علیه السلام ورته والى: له اسلامي رواياتو ګتنه كېږي، چې امام حسين او حضرت يحيى علیه السلام ګډ اړخونه درلودل: دواړو تر ځانونو وړاندې همنامي نه درلودل؛ د الهي دين په پار يې سرونه له تنې جلا كړاى شول، وژونكي يې حرموني وو او تر وژنې روسته يې اسمان تر څلوېښت ورځو په لمر خاته او پرېوتو كې سور و[1282].

((يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا =))

12_ د الله تعالی د كتاب ټينګ نيول: په ډېر احتمال، په دې آيت كې له ((كتاب)) منظور، تورات يا له تورات سره تر يحيى علیه السلام مخكې پېغمبرانو كتابونه دي؛ ځكه پر هغه مهال د تورات كتاب و، چې شريعت او الهي احكام يې رانغاړلي ول. په ټينګه د كتاب له نيوو مطلب، په پوره پاملرنه او جديت د كتاب پوهاوۍ او لارښونې عملي كول دي[1283].

((وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا =))

13_ الله تعالی له يحيى علیه السلام سره ځانګړنې مينه درلوده: داچې له ځانګړې مينې منظور څه دى، مفسرانو يې په اړه ګڼ نظريات ويلي دي، ځينو ويلي: مطلب نبوت او ولايت دى، چې الله تعالی وركړ؛ لكه چې د هود سورت په 28 آيت كې د نوح علیه السلام له خولې لولو: ((او پر ما یې خپله لورنه هم لورولې ده)) [څرګنده ده، چې مطلب يې د الله تعالی له لوري د نبوت وركړه ده]. همدغسې ويل شوي، چې مطلب يې دا و، چې چا به ليده؛ نو مينوالېده يې؛ لكه چې د موسى علیه السلام په اړه هم وايو: (طه_30) ((او پر تا مې خپله مينه واچوله)) [ او دلته هم د خلكو په زړونو كې د موسى د مينې اچول دي]. همداراز ويلي يې دي، چې له ځانګړې مينې مطلب، له نورو سره يې مينه وه، پر خلكو لورين او خير غواړى يې و او د الله تعالی لوري ته يې هدايتول او د توبې ايستو سپارښتنه يې ورته كوله؛ خو له آيته ګټنه كېږي، چې د الله تعالی او يحيى علیه السلام ترمنځ ځانګړې اړيكه او راښكوونه وه، چې الله تعالی په دې ځانګړنې ياد كړى دى. له امام باقر رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((له يحيى علیه السلام سره د الله تعالی ځانګړې مينه په دې ډول وه، چې ((يا رب)) يې ويل؛ نو الله تعالی يې په ځواب كې ويل: ((لبيك يا يحيى))[1284].

((وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا =))

15_ د انسان د ژوند خورا وحشناك پړاوونه: له امام رضا رحمة الله علیه نه روايت شوى دى: ((د انسان د ژوند خورا وحشتناك پړاوونه، درې پړاوه دي: پر هغه ورځ، چې زېږي او سترګې يې پر نړۍ لګي، پر هغه ورځ، چې مري او آخرت او آخرتيان ويني او پر هغه ورځ، چې راپاڅول كېږي او داسې احكام او قوانين ويني، چې پردې نړۍ واكمن نه ول. الله تعالی حضرت يحيى علیه السلام په دې درېيو پړاوونو كې په خپلې سلامتۍ كې راونغاړه او د وحشتونو او ډارونو پروړاندې يې امنيت؛ خونديينه او آرامي وركړه او و یې ويل: ((وسلام عليه. . . . .))))[1285].

((فَاتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا =))

17_ روح: دلته تقريباً ټولو مشهورو مفسرانو ((روح)) په حضرت جبرائيل امین علیه السلام تفسير كړى دى؛ خو داچې ولې جبرائيل پر((روح)) تعبير شوى، ويلي يې دي، چې هغه هم ((روحاني)) موجود دى او هم ((ژوندون وركوونكى)) موجود دى؛ ځكه پېغمبرانو ته د الهي رسالت وړونكى دى، چې د ټولو لايقو او وړو انسانانو بيا ژواكى دى. روحنا (زموږ روح) ددې روح پر ستریا او شرافت دليل دى[1286].

((فَأَجَاءهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا =))

23_ ولې حضرت مريم له خدايه مرګ وغوښت؟: له خدايه د مرګ غوښتل سم چار نه دى؛ خو كله د انسان په ژوند كې سختې پېښې رادبرېږي، چې مرګ تر ژونده خوندورېږي. مريم هم په هغو شېبو كې په دې واند – تصور وه، چې د زوى په زوكړې به يې د بې عقلو خلكو پروړاندې ټول پت او حيثيت له خطر سره مخ شي؛ نو هيله يې وكړه، چې كاشكې مړه واى او بيخي هېره شوې واى. دا په خپله پردې دليل دى، چې عفت او پاكلمنتوب ان له ځانه ورته ګران و او خپل پت ته تر ژونده په ډېر ارزښت قايله وه؛ خو دا انګېرنې يې تر ډېره پاتې نشوې او د دوو الهي معجزو په ليدو ترې وڅنډل شوې[1287].

((وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا =))

25_ كجورې؛ دوه ځانې ښځې ته غوره خواړه: د اسلام له رسول الله(ص) روايت شوى دى: ((ښځې ته تر زېږون روسته ړومبى خواړه كجورې دي. الله تعالی [مريم ته تر زېږون روسته] وويل: ((او دا د كجورې ډډ راوڅنډه، چې تازه پخې كجورې را تویې شي!)) له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې كجورې دوه ځانې ښځې ته غوره خواړه او درمل دي[1288].

((فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا =))

26_ د چوپتيا روژه او په روژه كې چوپتيا: د آيت ظاهر راښيي، مريم د يو سازښت – مصلحت له مخې چوپه وه او د الله تعالی په حكم يې په يوې ځانګړې مودې كې له خبرو كولو ډډه وكړه، چې ماشوم يې عيسى علیه السلام خوله راوسپړي او د پاكۍ دفاع یې وكړي، چې دا له هر پلو خورا اغېزمن چار و؛ خو د آيت له تعبيره معلو مېږي، چې په هغه پېر كې په خلكو كې د ((د چوپتيا نذر)) دود و؛ نوځكه يې پر مريمې نيوكه و نه كړه؛ كه څه په اسلام كې دا ډول روژه روا نه ده. له امام سجاد زين العابدين روايت شوى، چې ((د چوپتيا روژه حرامه ده))؛ ځكه د هغه پېر شرايط د اسلام د راښكاره كېدو له زمانې سره توپير درلود؛ البته په اسلام كې د پوره روژې له ادابو ځنې دا دی، چې روژه تي خپله ژبه پر ګناه او مكروهاتو نه خوځوي او هم سترګې به له ګناهګارو ليدو ساتي؛ لكه چې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((روژه يوازې له خوراك څښاكه ډډه كول نه دي. مريم وويل: ((ما لوراند الله تعالی ته نذر روژه نيولې ده)) او مطلب يې سكوت او چوپتيا وه. نو چې روژه ياست ژبه مو وساتئ، سترګې مو د ګناه له ليدو پټې كړئ، يو بل ته كينه مه لرئ، او شخړه مه كوئ))[1289].

((يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا =))

28_ مريم؛ د هارون خورې!: داچې و یې ويل: ((د هارون خورې!)) مفسرانو ډول ډول تفسير كړی دی؛ خو خورا سم يې دا دى، چې هارون يو پاك او نېک سړى و؛ داسې چې په بني اسرائيلو كې متل و، چې څوك يې په پاكۍ معرفي كاوه؛ نو ويل یې: دا د هارون رور يا خور ده. دا مانا له پېغمبره (ص) په يوه لنډ حديث كې هم روايت شوې ده. په بل حديث كې ترې راغلي، چې په بني اسرائيلو كې دود و، چې نېكچاري به يې پر پېغمبرانو او صالحانو پورې ورتړل[1290].

((قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا =))

30_ حضرت عيسى علیه السلام ؛ د الله تعالی بنده: حضرت عيسى علیه السلام د الله تعالی د بندګۍ پر منښته – اعتراف خبرې پيل كړې او په دې حكم يې پاى ته ورسولې: ((هغه ونمانځئ)) (36آيت)، چې څوك يې په اړه غلو و نه كړي او خداييتوب ورپورې و نه تړي؛ خو سره له دې لكه چې په 37 آيت كې وايي ((خو تر ده روسته د لارويانو له منځ یې ځینو ډلو په اړپېچ لاس پورې كړ)) او الله تعالی يا يې د الله تعالی زوى وباله[1291].

((وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا =))

31_ د لمانځه سپارښتنه: يو چا امام صادق رحمة الله علیه وپوښت، چې الله تعالی ته د ورنژدېدو خورا ښه لار راوښيه، چې ښه يې هم ايسي؟. امام وويل: ((زه د الله تعالی تر پېژندو روسته، تر لمانځه بل غوره څه نه وينم؛ ايا نه وينې، چې د الله تعالی صالح بنده حضرت عيسى بن مريم علیه السلام وايي: ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ. . .))؟))[1292].

((وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا =))

32_ د مور مقام: كه څه حضرت مسيح علیه السلام د پالوونكي د نافذ حكم له مخې، له موره او بې له پلاره وزېږېد، څومره، چې په آيت كې يې له مور سره نېكچاري له خپلو وياړونو ګڼلې، چې دا د مور د مقام پر اهميت يو څرګند دليل دى. په دې هكله ډېر روايات راغلي، چې مسلمانان په خبرو او عمل كې په دې باب هڅه وكړي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: يو تن رسول الله ته ورغى او و یې ويل: رسول الله (ص)! له چا سره نېكي وكړم؟ و یې ویل: ((له مور سره دې)) بيا يې وويل: بيا له چا سره نېكي وكړم؟ و یې ویل: ((له مور سره دې)) بيا له چا سره نېكي وكړم؟ و یې ویل: ((له مور سره دې)) په څلورم ځل يې، چې وپوښت. حضرت وویل: ((له پلار سره دې[1293])). په بل حديث كې لولو: يو ځوان رسول الله(ص) ته په جهاد كې د ګډون لپاره ورغى (چې كله جهاد فرض عين نه وي) رسول الله وویل: ((مور لرې؟)) و یې ويل: هو! آنحضرت وويل: ((د مور په چوپړ كې دې وسه، چې جنت د ميندو تر پښو لاندې دى[1294])).

((وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ =))

39_ د مرګ د وژنې ورځ: له رسول الله (ص) روايت شوى دى: ((چې جنتيان جنت ته او دوزخيان دوزخ ته ننووځي، يو څوك غږ كوي: جنتيانو! بيا بل غږ كوي: دوزخيانو! نو د دواړو ډلو خپل غږ كوونكي ته ورپام شي، بيا مرګ د تور او سپين پسه په بڼو راوړي. غږ كوونكى وايي: ايا مرګ پېژنئ؟ وايي: دا دى، دادى! او ټول يې پېژني؛ نو غږ کوونکی د پسه سرغوڅوي او جنتيانو ته غږ كوي، چې نور مرګ نه لرئ او هم همېشه جنت مېشتي ياست او دوزخيانو ته هم غږ كوي، چې نور مرګ نلرئ او همېشه دوزخ مېشتي ياست. الله تعالی په دې باب وايي: ((وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ)))). د روايت په دوام کې له امام باقر او امام جعفر صادق نه روايت شوى دى: ((؛ نو جنتيان دومره خوشحالېږي، كه پر هغه ورځ چاته مرګ واى؛ نو بېشكه له خوشحالۍ مړه كېدل او دوزخيان دومره پر خپګان اخته كېدل كه پر هغه ورځ مرګ واى، بېشكه مړه كېدل))[1295].

((إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنكَ شَيْئًا =))

42_ څوك د حضرت ابراهيم پلار و؟: ابراهيم علیه السلام چې په دې آيتونو كې چا ته د پلار غږ كوي او د انعام سورت د 74 آيت له مخې يې ((آزر)) نامه وه، چې حقيقي پلار يې نه و؛ بلكې تره يا مورنى نيكه يا يې پلندر و، چې د ابراهيم د پلار تر مړينې روسته يې واده ورسره كړى و. (د ډېرو معلوماتو لپاره د انعام سورت د 74 آيت څرګندنه ولولئ)[1296].

((يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا =))

44_ شيطان مه لمانځه: څرګنده ده، چې دلته له عبادته مراد، شيطان ته سجده كول، لمونځ او روژه نه؛ بلكې د فرمان منل يې دى، چې يو ډول عبادت او نمانځنه يې شمېرل كېږي. له رسول الله(ص) نه روايت شوى دى: چې څوك (د تسليم او خوښې له مخې) د كوم وياند خبرې ته غوږ كېدي؛ نو نمانځلې یې دی. كه وياند د الله تعالی له لوري خبرې وكړي؛ نو اورېدونكي، الله تعالی نمانځلى او كه د ابليس له لوري خبرې وكړي؛ نو ابليس يې نمانځلى دى[1297].

((قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا =))

47_ پر آزر د ابراهيم سلام: شونې ده د حضرت ابراهيم دا سلام د وداع او الله تعالی پامانۍ سلام وي، چې په ويلو او څو ورپسې غونډلو يې، خپل پلار آزر پرېښى وي. ښايي هغه سلام وي، چې د يوې دعوا پرېښوولو ته ويل كېږي؛ لكه چې د قصص سورت په 55 آيت كې لولو: ((او چې چټي خبره اوري؛ نو مخ ترې اړوي او وايي: ((زموږ كړنې زموږ دي او ستاسې كړنې ستاسې دي. پر تاسې دې سلام وي (د وداع سلام) له ناپوهانو سره مو څه کار.)) [1298] دا احتمال هم شته چې مطلب د امنيت او سلامتۍ ژمنه وي؛ ځكه آزر، ابراهيم علیه السلام په مرګ ګواښلى و؛ خو ابراهيم علیه السلام يې پروړاندې د امنيت او سلامتۍ ژمنه وكړه. دا د سترو خلكو خوى دى، چې د ناپوهانو د چلن پروړاندې هماغسې چلن نه كوي؛ بلكې په ادب يې ځوابوي؛ لكه چې د فرقان سورت 63 آيت وايي: ((او د لوراند (الله تعالی ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه ورو او بې كبره ګرځي او چې ناپوهان خبرې ورسره كوي؛ نو (د الله تعالی پامانۍ) سلام ورته وايي (او ترې تېرېږي).))[1299].

47_ ژر به دې بښنه وغواړم: ابراهيم علیه السلام ، چې مشرك آزر ته له خدايه د بښنې د غوښتو ژمنه وكړه، علت يې دا و، چې ابراهيم علیه السلام يې تر هغه وخته د ايمان راوړو هيلمن و او تردې دمه يې له هدايته نهيلى شوى نه و؛ خو همداچې ورڅرګنده شوه، چې آزر د الله تعالی دښمن دى او ايمان به رانه وړي، ترې كركجن شو؛ لكه چې د توبې سورت په 114 آيت كې ورته اشاره شوې ده[1300].

54_ اسماعيل صادق الوعد: د اهلبيتو د رواياتو له مخې، په دې آيت كې له اسماعيل نه مطلب، د حضرت ابراهيم علیه السلام زوى نه؛ بلكې د ((اسماعيل بن حزقيل)) په نامه يو الهي پېغمبر دى. له امام رضا څخه په يو روايت كې لولو، چې خپل يو يار ته وايي: ((ايا پوهېږې، چې ولې اسماعيل صادق الوعد نومول شوى دى؟)) راوي وويل: نه! امام وويل: ((له يوه سړي سره يې ژمنه كړې وه، د ژمنې په ځاى كې حاضر شو (؛ خو سړی رانغى)؛ خو اسماعيل يو كال سترګې پر لار ورته پاتې شو[1301])) ښكاره ده، چې مطلب دا نه دى، چې اسماعيل به خپل كار او ژوند ته شا كړې وي؛ بلكې د خپلو کړنلارو د تداوم په ترڅ كې يې، راتلو ته سترګې پر لار و[1302].

((وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا =))

55_ له كورنۍ د دين تبليغ پيلول پکار دي: د رسالت تبليغ ته ړومبى پړاو، له خپلې كورنۍ پيلول دي، چې تر ټولو انسان ته خورا ورنژدې دي. د همدې دليل له مخې، د اسلام رسول الله(ص) هم خپله بلنه له خپلې درنې مېرمنې حضرت خديجې (رضى الله تعالى عنها) او د تره له زوى علي (ك) پيل كړ او بيا د (شعرا_ 214 آيت) له مخې د نژدې خپلوانو پر بلنه لګيا شو: ((وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ؛ او خپل نژدې خپلوان دې ووېروه)) د طه سورت په 32 آيت كې هم لولو: ((كورنۍ ته دې د لمانځه حكم وكړه او پخپله هم ټينګ پرې ولاړ وسه[1303])).

((وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا =))

56_ حضرت ادريس علیه السلام : د ډېرى مفسرانو د روايت له مخې، ادريس علیه السلام د نوح د پلار نيكه و. په تورات كې يې نامه ((اخنوخ)) او په عربي كې ((ادريس)) دى، چې ځينې یې له ((درس)) مادې ګڼې؛ ځكه لومړى تن و، چې په قلم يې وكښل. پر نبوت سربېره پر نجوم، حساب او هيئت هم پوهېده او ړومبى تن و، چې انسانانو ته يې د جامو ګنډل ورزده كړل[1304].

((فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا =))

59_تجمل ګرايي رټل شوې ده: له علي (ك) روايت شوى دى: ((د شهواتو لاروى هغه دى، چې ټينګه (او اشرافي) ماڼۍ جوړه كړي او پر داسې سورلۍ سور شي، چې سترګې ورواوړي او داسې جامې واغوندي، چې ګوته ورته نيول كېږي[1305]))؛ البته پام مو وي، چې دا حديث، د آيت څرګند مصداق دى او مفهوم يې نه راتنګوي.

((لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا =))

62_ جنتيانو ته ګهيځ و ماښام ځانګړې ډالۍ ورډالۍ كېږي: له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى دى: ((د الله تعالی له لوري جنتيانو ته په زړه پورې او ارزښتمنې ډالۍ، غبرګې په هغو وختونو كې وررسي، چې په دنيا كې يې لمونځونه كول)) له دې حديثه ګټنه كېږي، دا ډالۍ، چې ماهيت او منځپانګه يې ان په ګومان او اټکل ويلاى نشو، ډېر ارزښتمن نعمتونه دي، چې پر عادي جنتي نعمتونو سربېره، ګهيځ و ماښام ور ډالۍ كېږي. له دې تعبيره ګټنه كړاى شو، چې د جنتيانو ژوند یو رنګه یا يكنواخت نه دى؛ بلكې هر ګهيځ و ماښام په نويو لورنو كې رانغاړېږي او هلته به په هغو سورلیو خپل تكاملي بهير ته دوام وركوي، چې په نړۍ كې يې له سپېڅليو ګروهو او له خپلو ښو كړنو چمتو كړي وو[1306].

((تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا =))

63_ په جنت كې د كافرانو د هستوګنځيو پاتوړي – وارثان: ((ارث)) د ژبې له پلوه د ((تمليك)) (مالك كېدو) پر مانا ده او په دې كې را ايسار نه دى، چې له مړي څه مال يې پاتې كسانو ته ولېږدول شي. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((بې استثنا هر څوك يو هستوګنځى په جنت او يو په دوزخ كې لري. كافرانو ته د مؤمنانو دوزخي هستوګنځى په ميراث كې پاتېږي (او مالكېږي يې) او مؤمنان د كافرانو جنتي هستوګنځى په ميراث كې وړي))[1307].

((وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا =))

64_ د وحې پرښته يوازې د الله تعالی په حكم راكوزېږي: كه څه دې آيت او ورپسې آيت ته يې شأن نزولونه روايت كړي؛ خو ښکاري، چې ته وا خدای پر رسول الله د وحې په پرښتې د مخكې 63 آيتونو تر نزول روسته دې پرښتې ته وويل، چې رسول الله ته ووايه، دا خبرې له ځانه نه كوم او دا د الله تعالی خبرې دي او زه يوازې د اسمان او ځمكې د پالوونكي په امر راكوزېږم؛ نو بايد و یې نمانځې؛ ځكه په څېر يې نشته؛ نوځكه آيت په ظاهره د وحې د پرښتې خبره ده؛ خو په حقيقت كې د الله تعالی پېغام دى[1308].

((فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا =))

68_ له شياطينو سره د كافرانو ملګرتوب: ((دوى او شيطانان سره راغونډوو)) په اړه يې ويل شوي، چې دوى په نړۍ كې د بې ايمانۍ له لامله د شياطينو تر ولايت او پالندوينې لاندې ول؛ نوځكه په آخرت كې له خپلو پالندويانو سره راغونډېږي؛ لكه چې د اعراف سورت په 27 آيت كې راغلي دي: ((موږ شيطانان د هغوى پالندويان كړي، چې ايمان نه راوړي)) ښايي په دې دليل وي، چې شيطانان يې په نړۍ كې ملګري ول او په آخرت كې به هم وي؛ لكه چې د زخرف سورت په 36 آيت كې لولو: ((او چې څوك د لوراند (الله) له ياده مخ واړوي (؛ نو) يو شيطان ورګومارو، چې (تل) يې ملګرى وي))[1309].

((وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا =))

((ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا =))

71 او 72_ ټول جهنم ته ورننووځي!: ډېرو مفسرانو ددې آيتونو په تفسير كې ويلي، چې بې استثنا ټول انسانان؛ نېك و بد، دوزخ ته ورننووځي؛ خو دوزخ به پر نېكچارو، سوړ او سالم وي؛ لكه چې پر ابراهيم علیه السلام د نمرود اور سوړ شو؛ ځكه اور څه تړاو ورسره نه لري؛ خو دوزخيان يې ورسره لري او د سونتوكيو په څېر سملاسي بلېږي. په يو روايت كې لولو، چې يو تن ددې آيت په اړه حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) وپوښت. جابر (رض) په دوو ګوتو خپلو غږونو ته اشاره وكړه او و یې ويل: په دې غوږونو مې له رسول الله (ص) يو مطلب اورېدلى كه دروغ ووايم، كوڼ دې شم. و یې ويل: ((په دې آيت كې وارد، د ننوتو پر مانا دى؛ هر نېكچارى او بدچارى دوزخ ته ننوځي اور به مؤمنانو ته سوړ او سالم وي؛ لكه چې پر ابراهيم علیه السلام و؛ تردې چې اور_ يا جهنم_ له سختې يخنۍ چغې وهي، بيا الله تعالی پرهېزګاران ژغوري او ظالمان پكې خوار زار ورخوشې كوي)) له رسول الله (ص) نه په يو بل حديث كې لولو: ((د قيامت پر ورځ، اور مؤمن ته وايي: ژر رانه تېر شه، چې رڼا دې زما لمبه مړه كړه)). په رواياتو كې د صراط پل په باب له مانا ډك تعبير راغلى، چې دا پل پر جهنم تېر شوى، چې تر وېښته نرى او تر تورې تېز دى، چې دا هم پر دې تفسير يو بل ګواه دى؛ خو ددې چار الهي حكمت څه دى او ايا مؤمنان له دې چاره عذاب او ازار نه ويني؟ په ځواب كې وايو، چې د دوزخ او د عذابونو لیدنه کتنه يې د جنتي نعمتونو خوند دوه ګرايه كوي؛ ځكه مؤمنان به وويني، چې له څه هلاكته خوشې شوي دي. پردې سربېره، دومره چټك له اوره تېرېږي، چې پوټى اغېز هم پرې درلوداى نشي. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې راغلي دي: ((ټول خلك دوزخ ته ننوځي، بيا د خپلو كړنو له مخې ترې ووځي؛ ځينې د برښنا په څېر، ځينې تر برښنا لږ پڅ د توپان په څېر، ځينې د آس د سختې ځغاستې په څېر، ځينې د عادي سورلۍ په څېر، ځينې د چټك پلي په څېر او ځينې دعادي پلي په څېر ترې تېرېږي[1310])).

((وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا =))

73_ د شتمنۍ په پار وياړنه: د هغې زمانې او هرې زمانې په جاهلي ټولنې كې د ارزښت كچه زور، زر، تزوير (چل ول) پيسې، مقام او ظاهري بڼه ده. د نضر بن حارث په څېر ظالمو شتمنو پر ړومبيو نشتمنو مؤمنانو وياړل او ويل يې: له موږ سره مو د خپلې وګړې نښه ده او ستاسې د بې وګړۍ نښه ستاسې نيستي ده، چې دا پخپله زموږ پر حقانيت يو دليل او ستاسې د حقانيت نه درلودل دي. په رواياتو كې لولو، چې دې اشرافي ډلې ښكلې جامې اغوستې او ځانونه يې ښكلول او د رسول الله (ص) د يارانو په مخ كې تېرېدل او په ملنډو يې وركتل[1311].

((قُلْ مَن كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًا =))

75_ پټه سزا: دا آيت له الهي سزاوو يوې ته اشاره ده، چې د قرآن حکیم په ځينو آيتونو كې ((استدراج)) ورته وايي. كله الله تعالی، بې ايمانه او كافرانسانان سزا ته په نعمت كې دومره ورډوبوي او مهلت وركوي، چې الله تعالی او آيتونه يې يومخې هېروي او په خپل واك ايمان راوړو ته يې بیخي څه دريڅه نه پاتېږي؛ خو داچې په نړۍ يا آخرت كې الهي عذاب وويني، چې په دې حال كې ايمان به يې له ناچارۍ وي او څه ارزښت به ونه لري[1312].

((أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا =))

77_ شتمنېدو ته كافرېدل: په څو مخكې آيتونو كې پر مؤمنو نشتمنو د كافرو شتمنو د وياړنې خبره وشوه. د آيتونو له سياقه ګټنه كېږي، چې ځينې سست ګروهي مؤمنان يا د ايمان راوړو په درشل كې وګړي، د كفارو له خبرو اغېزمنېدل او په دې انګېرنه كافرېدل، چې شتمنېدل له كفر او په مقابل كې، نيستي له ايمان سره نېغه اړيكه لري. الله تعالی په دې آيتونو كې په هېښنده لحن وايي، چې له كومه يې دغسې تړاو ترلاسه كړى. ايا د غيبو له رازونو خبر شوي يا له الله تعالی سره څه ژمنه لري، چې په ټينګه وايي، شتمن به شي؟ ورپسې زياتوي، چې ټوله شتمني به ترې واخلو او يوازې به يې له خپلو كفري ګروهو سره راپاڅوو او د فاسدې ګروهې په پار به يې پر عذاب كړو[1313].

((كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا =))

82_ په قيامت كې معبودان له خپلو لارويانو كركه څرګندوي: دا آيت، هماغه مطلب ته اشاره ده، چې د فاطر سورت په 13 او 14 آيتونو كې يې لولو: ((. . . بې له هغه چې نور بلئ (او نمانځئ). . . د قيامت پر ورځ موله شرك (او نمانځنې) نمښته كوي)) همدغسې د احقاف سورت په (6) آيت كې لولو: ((چې خلك راغونډ شي (؛ نو) دا معبودان به يې دښمنان وي))؛ البته د پرښتو يا شياطينو يا پېريانو په څېر د عقلمنو او بادركو معبودانو حالت خو څرګند دى؛ خو شونې ده په قيامت كې بې ساه معبودان هم پر خبرو شي او له عابدانو خپله كركه څرګنده كړي. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه څخه په يوه حديث كې، د مشركانو د معبودانو د كركې تر يادولو روسته لولو: ((نمانځنه يوازې، سجدې او ركوع ګانې نه؛ بلكې د نمانځنې حقيقت، ددې او هغه اطاعت او منل وي، چې څوك په كوم مخلوق پسې د خالق په معصيت كې ولاړ شي؛ نو نمانځلى یې دى (او د مشركانو او بوتپالو برخليك لري).))[1314].

((أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا =))

83_ شياطين؛ د عزت يا بدمرغۍ لامل: په 81 آيت كې، مشركانو د خپل شرك علت ((له معبودانو درنښت ترلاسه كول)) ښوولی دی او له معبودانو ځنې يې پېريان او شيطانان ول. دا آيت وايي: كوم شياطين، چې مشركانو د خپل عزت لامل ګڼل، د ذلت او بدمرغۍ لامل يې دي؛ ځكه دوى سخت شر و فساد ته ورپاروي او ابدي بدمرغۍ ورمخې ته كوي[1315]. ښكاره ده، چې شياطين پر انسانانو زورواكي نه لري؛ بلكې پخپله انسان دى، چې خپل زړه ته د شیطان د ورننوتو اجازه وركوي؛ لكه چې د نحل سورت په 100 آيت كې وايي: ((زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له الله سره شرك كوي (او د الله د فرمان پرځای د شيطان فرمان ته غاړه ږدي.)[1316]))

((لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا =))

87_ ژمنه او تړون؛ د شفاعت شرط دى: ددې آيت په وينا، د سپارښتګرو له شرايطو ځنې يو دادى، چې ژمن وي. مفسرانو د ژمنې په تفسير كې بېلابېلې خبرې كړې دي. پر توحيد او د حضرت محمد (ص) پر رسالت شهادت، همداراز څه چې وحې راوړي، پر حق والي يې ګواهي وركول؛ لكه قرآن حکیم، عترت، معاد، جنت، دوزخ، حساب، ميزان، سم چاري، د مؤمن د زړه خوشحالول، او لمونځ له خپلو سريزو، سمو او پوره شرايطو سره كول[1317]. همداراز د اهلبيتو عليهم السلام رواياتو ته په پامنيوي، ويلاى شو، چې د ژمنې څرګند مصداق، د اميرالمؤمنين علي (ك) او ورپسې امامانو ولايت دى.

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا =))

90_ د اسمان ټوټې ټوتې کېدو او ځمكې چولو مانا: دا غونډله، يا دې ته اشاره ده، چې د قرآن حکیم د تعبيراتو له مخې، د هستۍ ټولګه يو ډول ژوندون، درك او شعور لري[1318] او پر پالوونكي په دې ناروا تور (الله تعالی ته پر اولادولۍ قايلېدل) ټوله هستي په ژور وحشت كې لوېږي؛ يا د يوې سرباندې – فوق العاده بدرنګۍ كنايه ده؛ لكه داچې يو تن بد چار وكړي؛ نو ورته وايو: ((ته وا اسمان يې راباندې راوغورځاوه او ځمكه يې وچوله))[1319].

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا =))

96_ ايمان او صالح كړنې، سرباندې راښكون او جاذبه لري: پر توحيد او د پېغمبرانو پر بلنه ګروهه (چې د انسان په ويناوو، كړنو، روح او اند كې د انساني لوړو خويونو، تقوى، پاكۍ، رښتينولۍ، امانت، مړانې، سرښندنې او تېرېدنې په بڼو انځور شي) د مقناطيس په څېر راښكودونكې ده. ان ګناهګاران او ناپاكان له پاكانو خوند اخلي او د ځان په څېر له ناپاكانو كركجن دي؛ نوځكه چې كله ځان ته كوم ګډونوال ټاكي؛ نو ټينګار كوي، چې پاك، امين او سم چارى وي. دا طبيعي ده او په حقيقت كې ړومبۍ بدله ده، چې الله تعالی يې مؤمنانو او صالحانو ته وركوي، چې لمن يې له دې نړۍ بلې دنيا ته هم ورپراخېږي. له رسول الله (ص) نه ددې آيت په شأن نزول كې ګڼ شمېر روايات په حديثي او تفسيري كتابونو كې راغلي، چې راښيي دا آيت د علي (ك) په هكله نازل شوى دى. په يوه روايت كې راغلي، چې رسول الله (ص) علي (ك) ته وويل: ((ووايه، خدايه! يو ژمنه خو راسره وكړه او د مؤمنانو په زړونو كې مې مينه واچوه)) په دې وخت كې، دا آيت نازل شو. ښايي په همدې دليل، له علي (ك) په يوه روايت كې راغلي دي: ((كه په دې توره د يو مؤمن پوزه ووهم؛ نو دښمني به راسره ونه كړي او كه د منافق په خوله كې ګرده نړۍ كېدم، چې ښه مې وګڼي؛ خو دوست به مې نشي؛ ځكه رسول الله ويلي: يا علي، مؤمن درسره دښمني نه كوي او د منافق ښه نه راځي))؛ البته د علي (ك) په باب د آيت نازلېدل، ددې خنډېږي نه، چې عام مفهوم يې پر ګردو مؤمنانو نه تطبېقېږي[1320].

سورة طـه

د طه سورت ټوليزه منځپانګه:

په ټوليز ډول ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو كې رالنډولاى شو: 1_ د قرآن حکیم عظمت ته په لنډو اشاره او د الله تعالی د جلال او جمال صفتونه. 2_ د حضرت موسى علیه السلام داستان)چې تر اتياو زيات آيتونه رانغاړي). 3_ د معاد او قيامت ځانګړنې. 4_ د آدم علیه السلام او حوا كيسه. 5_ مؤمنانو ته راويښوونكې موعظې[1321].

((طه))

1_ طه: د مقطعه ټكيو په هكله د بقرې سورت تر لومړي آيت لاندې څرګندونې شوې دي؛ خو مفسرانو ددې آيت په اړه پاموړ خبرې كړي دي. له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى، چې ((طه)) د رسول الله(ص) له نامو او له ((يا طالب الحق، الهادى اليه)) سره انډول دى؛ يعنې اى هغه چې حق غواړې او لوري ته يې هدايتوونكى يې. د زمانې په تېرېدو سوكه سوكه ((طه)) د ((يس)) په څېر د رسول الله ځانګړې نامه شوه.

((مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقرآن حکیم لِتَشْقَى=))

2_ قرآن حکیم مو درنازل كړى نه دى، چې پرې وكړېږې: ددې آيت په شأن نزول كې پرېمانه روايات راغلي، چې له ټوله يې ګټنه كېږي، چې رسول الله(ص) د وحې او قرآن حکیم تر نزول روسته، ډېر عبادت كاوه. دومره يې پر ولاړه عبادت كاوه، چې پښې يې پړسېدې، كله يې د عبادت تداوم ته پر يوه پښه زور كاوه او كله پر بله. كله په پوندو درېده او كله په ګوتو. دا آيت نازل شو او امر يې وكړ، چې دا دومره ځان مه كړوه[1322].

((وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى =))

9_ د رسالت موندنې پر شپه د موسى علیه السلام وضع: په تاريخونو كې لولو، هغه مهال، چې په مدين كې له حضرت شعیب علیه السلام سره د موسى علیه السلام د تړون موده پوره شوه؛ نو موسى علیه السلام له خپلې مېرمن، اولاد او رمې سره مصر پلو ته روان شو. په تپه تياره شپه كې يې لار وركه كړه. رمه يې په بېديا كې خپره وره شوه. د ځان او كورنۍ تودولو ته يې دا وربلولو هوډ وكړ؛ خو اور بل نشو. په دې ترڅ كې يې دوه ځانې مېرمن د زېږون پر درد اخته شوه. د سختو پېښو توپانونو راګېر كړى و. په دې وخت كې يې له لرې يوه لمبه وليده، داسې لمبه، چې اور نه و (؛ خو) الهي رڼا وه، موسى علیه السلام د اور په ګومان، د لارې پيدا كولو يا سكروټې او لمبې اخستو په نيت، ور روان شو[1323].

((إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي =))

14_لمونځ؛ د ياد لامل: په دې آيت كې د لمانځه يوې مهمې فلسفې؛ يعنې ياد ته اشاره شوې ده. د انسان په ژوند كې، غافلوونكيو لاملونو ته په پامنيوي، يوې وزلې ته اړتيا لري، چې په بېلابېلو زماني واټنونو كې، الله تعالی، قيامت، د پېغمبرانو بلنه او د پنځون – پنځون موخه ورياده كړي او د غفلت او ناخبرۍ په زخمه كې يې له ورډوبېدو وژغوري. لمونځ دا مهمه دنده پر غاړه لري. تر شپیني خوب روسته په ګهیځ کې لمونځ، چې انسان يې ددې نړۍ له هرڅه پردى كړى، ماسپښين مهال او په ورځېنيو چارو كې په ورډوبېدو پسې او شپه مهال تر يوې ورځې فعاليت روسته او تر دمې وړاندې، انسان د هستۍ پنځګر ته ځیروي او د خپل پنځون موخه وريادوي[1324].

((إِنَّ السَّاعَةَ ءاَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى =))

15_ د قيامت د وخت د پټېدو علت: ددې آيت په وينا، د قيامت د وخت د پټېدو علت دادى، چې هر چاته د خپلې هڅې سزا وركړاى شي. په بله وينا، په پټېدو يې ټولو ته يو ډول د عمل ازادي پيدا كېږي. بلخوا داچې دقيق وخت يې معلوم نه دى او شونې ده هر وخت قيامت شي، پايله يې همېشنۍ تيارسئ يا د روزنيزو كړلارو چټك منل دي؛ لكه چې د ((قدر شپه)) پټه پاتې ده، چې خلك د كال ګردو شپو يا د رمضان مياشتې ټولو شپو ته په درنښت قايل او د الله تعالی درشل ته ورشي[1325]. دا ټكى د مرګ په هكله هم صادق دى؛ ځكه وخت يې د قيامت په څېر له انسانانو پټ دى او هره شېبه يې د پېښېدو احتمال شته؛ بلكې د هر چا د قيامت پيلامه يې ګڼلاى شو. لكه چې په حديث كې راغلي: ((د انسان په مړينې يې قيامت پيلېږي))[1326].

((وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى =))

22_ يد بيضاء: ويلي يې دي، چې موسى علیه السلام به خپل لاس په ګرېوان كې وردننه او چې را بهر به يې كړ؛ نو د لمر پر څېر ځلېده[1327]. داچې بې له څه خو او ((نيمګړتيا)) يې ويلي دي، دليل يې دا دى، چې د لاس سپينوالى يې د پيس رنځ له لامله نه و؛ بلكې ځانګړې ځلا يې درلوده، چې په يوه شېبه كې ځلېده او په بله كې له منځه تله[1328].

((قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي =))

25_ د سينې پراخي: په دې آيت كې، د انسان سينه له هغه لوښي سره ورته شوې، چې انسان څه ويني او درك كوي، پكې يې اچوي او پر پټ راز اوړي؛ نو كه انسان ته له وسې يې پورته يو ستر چار ورمخې ته شي؛ نو سينه يې ورتنګېږي، چې پراخۍ ته يې اړتيا لري. موسى علیه السلام خو پوهېده، چې ددې سختې دندې تر شا به يې د فرعونيانو او ان خپل قوم پروړاندې څه ستونزې ورپرتې وي؛ نوځكه يې له خدايه وغوښتل، چې ظرفيت يې ورلوړ او سينه يې ورپراخه كړي[1329].

25 تر 34_ د امت مشرۍ ته دقېقې غوښتنې: په دې آيتونو كې، چې موسى علیه السلام له خدايه څه غوښتې (؛ يعنې ښه زغم، د ويلو ځواک، الهي مرستې او ډاډمن ملګرى) دا ټول هغه څه دي، چې يو الهي مشر يې د بېلارې ټولنې د اړونې او پر انساني او مانيزو ارزښتونو ولاړې ټولنې جوړولو ته ورته اړتيا لري، چې دا پخپله دا حقيقت څرګندوي، چې موسى علیه السلام تر رسالت وړاندې، ويښ روح درلود او د خپلو پازوالیو- مسووليتونو له اړخونو ښه خبر و. د اهل سنتو او تشيع په سرچينو كې له راغليو رواياتو ګټنه كېږي، چې د اسلام رسول الله هم د خپلو موخو د پرمخ بېولو لپاره هغه څه غوښتي ول، چې موسى علیه السلام غوښتي ول، په دې توپير، چې د ((هارون)) پرځای يې د ((علي)) نامه اخسته[1330].

((كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا =))

((وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا =))

33 او 34_ د حضرت موسى علیه السلام د غوښتنو روستۍ موخه: موسى علیه السلام د خپلو غوښتنو موخه؛ ((تسبيح)) او د الله تعالی ډېره يادونه وښووله. روښانه ده، چې د تسبيح مانا داده، چې الله تعالی د شرك له توره او احتمالي نيمګړتياوو پاك دى. د موسى علیه السلام مطلب دا نه و، چې پرلپسې دې ((سبحان الله)) وايي؛ بلكې موخه يې له مغزو د شركي ګروهو پاكول، له ټولنې د شرك ښكارندو لرې كول او د انسانانو په ګروهه او كړنو كې د الله تعالی د ياد راژوندي كول وو[1331].

((إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى =))

38_ په قرآن حکیم كې د وحې مانا: ((وحې)) په آر كې ورو غږ يا يو څه ته د ورو ويلو پر مانا ده او په قرآن حکیم كې په بېلابېلو ماناوو كارول شوې ده. كله يوڅه ته د رمزي اشارې پر مانا ده[1332]، كله د غريزي الهام پر مانا ده[1333]، كله د تكويني فرمان پر مانا ده؛ هغه فرمان، چې د پنځون په ژبه وركول كېږي[1334]، كله د الهام پر مانا راځي؛ هغه الهام، چې الله تعالی يې د مؤمن زړه ته ورلېږي؛ كه څه پېغمبر نه وي؛ لكه تر ويينې لاندې آيت؛ خو په قرآن حکیم كې يې د كارونې يو خورا مهم ځاى، پېغمبرانو ته ځانګړي الهي پېغامونه دي[1335].

((أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّي وَعَدُوٌّ لَّهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِّنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي =))

39_ د حضرت موسى علیه السلام د زوكړې پرمهال د بني اسرائيلو سخت وضعيت: د قرآن حکیم له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې فرعون، بني اسرائيل تر سخت دباو لاندې نيولي ول؛ په تېره، چې ځواك و نه مومي او د احتمالي ښورښ مخه يې ونيسي. د يو شمېر تاريخپوهانو او مفسرانو په وينا، چې وړاندوينه شوې وه، په بني اسرائيلو كې يو هلك زېږېږي او راپاڅي به او د فرعون غونډال به رانسکور كړي؛ نو مخنيوي ته يې هلكان وژل او نجونې يې مينزتوب او چوپړتيا ته ژوندۍ ساتلې. په دې شرايطو كې، موسى علیه السلام دنيا ته راغى او مور يې سخته پرې ډارېده، چې هسې نه ووژل شي. په دې وخت كې، هغه الله تعالی چې دا ماشوم يې يو ستر پاڅون ته غوره كړى و، مور ته يې الهام وكړ، چې تردې روسته يې راوسواره او ووينه، چې څنګه يې ساتم او درستونم يې[1336].

39_ ټولو له موسى علیه السلام سره مينه پيدا كړه: له امام باقر نه په يو روایت كې لولو: ((چې موسى وزېږېد او مور يې وليدل، چې ماشوم يې زوى دى؛ نو رنګ يې والوت. قابلې (چې ويل شوي، له فرعونيانو ځنې وه) وپوښتل: ولې دې رنګ ژېړ شو؟ و یې ويل: ډارېږم، چې هسې نه سر يې پرې كړي. قابلې وويل: په اړه يې بيخي مه ډارېږه (له موسى سره يې دومره مينه پيدا شوې وه، چې له مغزو يې هر ډول بد فكر لرې شوى و) او حضرت موسى داسې و، چې هر چا ليده؛ نو ښه يې راتله)) همدې مينې د فرعون په دربار كې پوره وساته[1337].

((وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي =))

41_ موسى علیه السلام ته د الله تعالی خورا مينه ناكه خبره: ((اصطناع)) د يو څيز اصلاح او سمونې ته د ټينګار پرمانا ده. د آيت مانا داده، چې له هر پلوه مې جوړ كړى (او پاللى) يې ته وا، ځان ته دې غواړم. دا يوه خورا مينه ناكه خبره ده، چې الله تعالی دې ستر پېغمبر ته كړې ده. د ځينو په وينا، د حكيمانو دې خبرې ته ورته ده: ((چې د الله تعالی كوم بنده خوښ شي؛ نو داسې مينه ورسره كوي، چې لورين دوست يې له خپل دوست سره كوي))[1338].

((فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى =))

44_ ان له دښمنانو سره نرم چلېدل: د خلكو په زړونو كې د ننوتو لپاره (كه څه بېلارې او ګناهګاران وي) د قرآن حکیم ړومبۍ سپارښتنه، په مينه نرم چلېدل دي. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې ان موسى علیه السلام مؤظف و، چې فرعون په غوره نامه ياد كړي؛ ښایي پر تياره زړه يې اغېز وشيندي[1339].

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى =))

50_ د پالوونكي پېژندنې ته دلايل: په دې لنډ آيت كې، موسى علیه السلام د هستۍ دوه بنسټېزو آرونو ته اشاره كوي، چې هر يو د پالوونكي پېژندنې ته خپلواك او څرګند دليل دى: ړومبى داچې الله تعالی د هر موجود اړتياوې ورپوره كړي. دويم: د موجوداتو د ښیون او مشرۍ موضوع ده، چې قرآن حکیم د ((ثم)) په کلمه د اړتياوو تر پوره كولو روسته راوړې ده؛ يعنې پردې سربېره، چې الله تعالی هر موجود ته ژوندۍ وزلې وركړي، سم يې ورښوولي، چې څرنګه هر يو يې خپل ځواكونه په ځيرنه د خپل ژوند د بهير غځونې ته وكاروي. انسانان هم ددې ((تكويني هدايت)) درلودونكي دي؛ خو د عقل او ارادې درلودو له لامله، دندې او مسووليتونه ورترغاړې دي، چې ورپسې يوه تكاملي كړلار لري، چې څاروي يې نه لري؛ نوځكه پر ((تكويني هدايت)) سربېره ((تشريعي هدايت)) (دين) ته هم اړتيا لري[1340].

((قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى =))

52_ د فرعون شبهې ته د موسى علیه السلام ځواب: حضرت موسى علیه السلام په ډاګه په 48 آيت كې د معاد، بدلې او سزا ويينه اوڅار كړه. فرعون، چې د نورو مشركانو په څېر له معاده منكر و، هېښنده يې وپوښتل، چې تېر امتونه او انسانان مړه شوي، له منځه تللي او څه حال او اثر ترې پاتې نه دى؛ نو وضعيت به یې څرنګه وي او څرنګه د خپلو كړنو بدله او سزا مومي؛ حال دا، يوازې نامه او افسانه يې پاتې ده؟ موسى علیه السلام ددې شبهې په اړه وويل: د تېرو انسانانو بدله او سزا هغه ته ستونزمنه ده، چې خبر ترې نه وي؛ خو د الله تعالی پوهې، چې زمان او مكان رانغاړلې، ورته ستونزمنه نه ده او هغه له تېر اوګاندې باخبر دى[1341].

((الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى =))

53_ د څلورو الهي نعمتونو يادول: په دې آيت كې د الله تعالی له سترو نعمتونو څلورو ته يې اشاره شوې ده: 1_ ځمكه، چې د انسان د هوساينې ځاى دى او د جاذبې د قانون له بركته او هم هوايي ستر پوټكی، چې ترې راتاو دى، انسان په راحت، اسانه او امن و امان كې ژوند پرې كړاى شي. 2_ لارې او واټونه، چې الله تعالی پر ځمكه را دبره كړي، چې ټولې سيمې يو له بل سره نښلوي؛ لكه چې ليدلي مو دي، غالباً د لوړو دنګو غرونو ترمنځ لارې او درې شته چې انسان پرې تلاى شي او خپل مطلب ته رسي. 3_ اوبه يې له اسمانه ورولي، چې د ژوند لامل او د ټولو بركتونو سرچينه ده. 4_ډول ډول بوټي يې راټوكولي، چې د انسانانو خواړه، درمل، د جامو او اغوستن لومړى اړتياوې او د ژوندانه وزلې پوره كوي[1342].

((مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى =))

55_ له خاورې د انسان پنځونې ته پاملرنه: دا پوره څرګنده ده، چې موږ خاورو ته ورستنېږو او ترې راپاڅېږو؛ خو داچې څنګه زموږ د ټولو پيل له خاورې دى، دوه تفسيره شته: لومړى داچې موږ ټول له آدم علیه السلام څخه يو، چې نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى دى. بل داچې ان موږ پخپله له خاورو اخستل شوي يو؛ ځكه زموږ او د ميندو پلارونو خواړه مو له همدې خاورې دي. په ترڅ كې دا تعبير، ټولو سرغړاندو او فرعون صفتو ته يوه ګوتڅنډنه ده، چې هېر نه كړي، له كوم ځاى راغلي او چېرې به ولاړ شي. ولې له يوه داسې موجوده دومره لويي او سرغړاندې، چې پرون هم خاوره وه او سبا هم خاورې كېږي؟! له امير المؤمنين علي (ك) په يوه روايت كې راغلي، چا په هر ركعت كې د دوو سجدو له ماناوو پوښت. علي کرم الله وجهه وویل: ((د ړومبۍ سجدې مانا داده، چې پالونكيه، په پيل كې له همدې خاورې وم او چې سر راپورته كوي، مفهوم يې دادى، چې له همدې خاورې دې را ایستلى يم او د دويمې سجدې مفهوم دادى، چې همدې خاورې ته مې ورستنوې او چې سر ترې راپورته كوې، مفهوم يې دا دى، چې بيا به مې له همدې خاورې راپاڅوې))[1343].

((قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى =))

59_ د ښكلا ورځ: بېشكه دا تعبير د اختر ورځې ته اشاره ده، چې دقيقه ورځ يې معلومه نه ده؛ خو څرګنده ده، چې خلك پردې ورځ له خپلې ورهڼې – كسب و چار لاس اخلي او په دغسې کړنلارو كې ګډون ته چمتو كېږي[1344].

((قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَن يُخْرِجَاكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى =))

63_ فرعون د خلكو مذهبي ديني ننګېرنې راپارولې: د فرعون مطلب له دې دود او طریقې – چې په ګومان يې حق ته ورنژدې وه – د دوه خداييتوب لار او طريقه وه، چې پر هغه وخت د مصر رسمي دين او یا هماغه د خدايانو نمانځنه وه او تردې ټولو له مخه پخپله فرعون، چې د قبطيانو الله تعالی و. فرعون په دې خبره د خلكو ديني ننګېرنې راپارولې؛ ځكه عام خلك د خپلو پلرونو دين (چې هرڅه وي) سپېڅلى وبولي؛ په تېره هغه دين، چې پرې روږدي وي او پاك او اسماني دود يې ګڼي. هو! فرعون وویل: چې ستریا مو ستاسې د خپل دين په لاروۍ كې ده او كه د موسى خبرې ومنئ؛ نو برم او دبدبه به مو له منځه ولاړه شي[1345].

((قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى =))

66_ فرعوني كوډګرو څه وكړل؟: ډېرى مفسرانو كښلي، چې كوډګرو د ((سربو)) او پارې په څېر توکي په خپلو رسيو او کونټيو كې وردننه كړي ول، چې د لمر په لګېدو او ګرمېدو به په سرباندي ډول تښتېدل او ډول ډول ګړندي خوځښتونو یې کول. بېشكه دا خوځښتونه پر لار تلل نه وو؛ خو داچې كوډګرو خلك تلقين كړي ول او هلته يې ځانګړې نندارې جوړې كړې وې؛ نو د خلكو په سترګو كې انځورېدې، چې ساه پكې پيدا شوې او خوځي. په ټوليز ډول په كوډو كې ډول ډول وزلې كارېږي؛ كله چل ول او چشم بندي، كله تلقيني لاملونه، كله د توکیو د كيمياوي او فزيكي ځانګړنو ګټنه او كله له شياطينو مرسته غوښتل؛ البته نن د ډېرو هغو چارو خواله را برسېره شوې، چې مخكې كوډې بلل كېدې او نن كوډې نه دي؛ خو پخپله كوډې حقيقت لري او منكرېداى ترې نشو. كوډې په اسلام كې حرامې او په سترو ګناهونو كې شمېرل كېږي؛ البته د ډېرو احكامو په څېر، استثنات هم لري؛ لكه د نبوت د دروغجنو مدعيانو د ادعا باطلو لپاره يا پر كوډې كړاى شويو د اغېز له منځه وړو لپاره يې، زده كړه روا او په ځينو وختونو كې واجب ده[1346].

((فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى= ))

67_ حضرت موسى علیه السلام له څه ډارېده؟: موسى علیه السلام چې په زړه كې لږ وډار شو، لامل يې د کوډګرو له جوړې ډاروونکی نندارې نه وه؛ بلكې له دې ډارېده، چې هسې نه خلك د هغې نندارې تر اغېز لاندې شي، چې بېرته راګرځول يې اسانه نه وي، يا مخكې تردې چې موسى علیه السلام خپله معجزه وښيي، يو شمېر ننداره خوشې كړي يا يې له نندارې وباسي او حق څرګند نشي[1347].

((وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى =))

((فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى =))

69 او 70_ له معجزې سره د كوډو توپير: كوډګر تردې وخته له دغسې نندارې سره مخ شوي نه ول او كوډې يې له ناكوډو ښې بېلولاى شوې؛ نو یقین يې وكړ، چې د موسى علیه السلام چار يوازې يوه الهي معجزه ده، چې د الله تعالی استازى دى، او دوی حق ته رابولي؛ نوځكه يې په افكارو كې ستر بدلون او اوښتون – انقلاب را منځ ته شو او د موسى علیه السلام بلنه يې ومنله. په ټوليز ډول، د كوډګر چار په انساني محدود ځواك پورې تړلى دى؛ خو معجزه له بې پايه الهي ځواكه راولاړېږي؛ نوځكه هر كوډګر محدودې چارې كړاى شي او كه تردې ورهاخوا ترې وغواړي، له لاسه يې نه كېږي. كوډګر يوازې هغه چار كړاى شي، چې مخكې يې څو ځل تمرين كړى او پرې لاسبری دى؛ خو بې له دې به يومخې عاجز او بېوسې وي؛ حال دا، پېغمبران، چې د الله تعالی له بې پايه ځواكه يې مرسته اخسته، هر ډول له عادت هاخوا چارې يې كړاى شوې. پردې سربېره، داچې كوډې، يو ناسم چار او چل ول دى؛ نو كوډګر هم ټګان او چليان دي؛ حال دا د پېغمبرانو عليهم السلام اخلاص، پاكي او رښتينتوب يو لاسوند دى، چې له اعجاز سره يې اخږل شوى او اغېز يې لا ورزياتوي[1348].

((إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى =))

73_ فرعون كوډګر اړ ایستل: له دې آيته معلو مېږي، چې فرعون كوډګر اړ ايستلي ول، چې له موسى علیه السلام سره مبارزه وكړي. دا اړ ایستنه يا هغه وخت وه، چې دوى يې له خپلو سيمو راغوښتي ول. يا داچې پر ځينو يې د موسى علیه السلام ټپسورنې اغېز كړى و او د خپلې لارې تداوم او غځېدا په اړه يې په خپلو كې لانجه وكړه (62 آيت) او بيا له موسى علیه السلام سره مقابلې ته اړل شول[1349].

((إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيى =))

74_ هغه ځاى، چې نه پكې مرګ شته او نه ژوند: په جهنم كې مرګ نشته چې دوزخيان يې له عذابه خلاص شي؛ لكه چې د زخرف په 77 آيت كې لولو: ((غږ به كړي: ((د (دوزخ مامور) او څښتنه! (كاشكې) چې پالونكى دې موږ مړه كړي (چې ارام) شو! (په ځواب كې) وايي: په حقيقت كې تاسې (په دوزخ كې) تلمېشتي ياست.)) همداراز داسې ژوند نه لري، چې خوند ترې واخلي، واك او ځواك نلري او هرڅه رنځ او كړاو دى[1350].

((وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَّا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَى =))

77_ له فرعونيانو سره د موسى علیه السلام د مبارزې روستى پړاو: دا آيت او ورپسې آيت له فرعونيانو سره د موسى علیه السلام د مبارزې روستۍ برخې (؛ يعنې له مصره د بني اسرائيلو وتو) ته اشاره لري. بني اسرائيل د موعود هېواد (فلسطين) ورتلو ته چمتو شول؛ خو چې د نيل تړانګې ته ورسېدل، فرعونيان خبر شول او فرعون په يوه لوى لښكر تعقيب كړل. بني اسرائيلو ځان د سيند او دښمن ترمنځ راګېر وليد. يو خوا ته د نيل ستر سيند و او بلخوا غښتلى خونړى او غوسناك دښمن و؛ خو د الله تعالی اراده و، چې دا مظلوم مؤمن ټولى د ظالمانو له منګولو وژغوري او ظالمان هلاك كړي. پاموړ ټكى خو داچې نه يوازې په نيل سيند كې لار پرانستل شوه؛ بلكې د الله تعالی په حكم يوه وچه (يَبَسًا) لار هم و؛ سره له دې كه په عادي ډول د رود يا سيند اوبه وچې شي، تر مودو مودو يې له ژورو تېرېداى نشو[1351].

((يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى =))

80_ من و سلوى: بني اسرائيلو د فرعونيانو د منګولو له ژغولو روسته، په بېديا كې لالهانده شول. لرې نه ده، چې ((من)) يو ډول طبيعي شات ول، چې د بېديا په نژدې غرونو كې وو يا د داسې ونو كنډ او شيره وه، چې په بېديا كې رازرغونېدې ((سلوى)) هم كوترې ته ورته يو حلال غوښى مارغه و[1352].

((وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى =))

82_ د توبې، ايمان او صالح عمل د قبلېدو شرط؛ د الهي مشرانو د ولايت منل دي: مفسرینو د ((ثم اهتدى)) په مانا كې پرېمانې خبرې كړي، چې دوه یې پاموړ دي: لومړى داچې آيت د ايمان، تقوى او صالح عمل د لارې تداوم او غځېدا ته اشاره لري؛ يعنې توبه، تېر وينځي او د ژغورنې لاملېږي؛ خو په دې شرط، چې توبه ګار بيا د شرك او ګناه په كنده كې ونه لوېږي او تل څارن وي، چې د شيطان او نفس وسوسې يې پخوانۍ ليكې ته ور ستون نه كړي. بل تفسير يې دا دى، چې آيت د الهي مشرانو د مشرۍ او ولايت منلو ته اشاره لري؛ يعنې توبه او ايمان او صالح عمل هله د ژغورنې لاملېږي، چې د الهي مشرانو تر مشرۍ لاندې وي؛ ځكه د دين له اركانو يو يې د پېغمبر د بلنې او د مشرۍ منل یې دي او (همداراز) بيا يې د ځايناستو د مشرۍ منل دي. تردې آيت لاندې له امام باقر نه يو روايت شوى دى: ((له ((ثم اهتدى)) نه مطلب، زموږ د اهلبيتو د ولايت هدايت دى)) داچې پوه شو ددې آر پرېښوول تر كومه بريده مرګوني دي، كافي ده راروسته آيتونه وڅېړو او ومومو، چې بني اسرائيل څنګه د موسى علیه السلام او ځايناستي يې هارون علیه السلام له ليكې او ولايت پرېښوولو په پار په خوسي نمانځنه، شرك او كفر اخته شول[1353].

((وَمَا أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَا مُوسَى =))

((قَالَ هُمْ أُولَاء عَلَى أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى =))

83 او 84_ ميعاد ته د وررسېدو لپاره د موسى علیه السلام مينه او بيړه: كړنلار دا وه، چې موسى علیه السلام د تورات احكامو د اخستو لپاره طور غره ته ورشي او يوه ډله بني اسرائيل هم ورسره ملګري وي، چې په دې سفر كې د الله تعالی پېژندنې او وحې په هكله نوي او تازه حقايق ورښكاره شي؛ خو داچې له پالوونكي سره د مناجاتو څوبمنۍ او لېوالۍ او د وحې د غږ اورېدل، د موسى علیه السلام زړه دومره راپارولى و، چې هرڅه يې هېر و، ان خوراك څښاك او استراحت كول، چې په بيړه يې لار ووهله او تر نورو وړاندې د خپل پالوونكي ژمنځي ته ورسېد. له امام صادق نه روايت شوى دى: ((د څوبمن – مينوال، نه خوړو ته زړه كېږي، نه له خوندور څښاكه خوند اخلي، نه ارام خوب لري، نه له كوم دوست سره مينه لري او نه به په كوم كور كې ارامي ولري. . . [؛ بلكې] شپه و ورځ د الله تعالی بنده ګي كوي، په دې هيله، چې خپل محبوب [الله] ته ورسي. . . هاغسې، چې الله تعالی له موسى بن عمران څخه د خپل پالوونكي د ميعاد په باب روايتوي: ((وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى)).))[1354].

((فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ ))

88_ چا له موسی او الله تعالی سره خپل تړون هېر كړ؟: هغه چې هېر كړ، منظور يې((سامري)) دى؛ ځكه له موسى علیه السلام او د هغه له الله تعالی سره يې ژمنه هېره كړه او د بوتپالۍ لار يې خپله كړه. داچې ځينو ددې غونډلې فاعل حضرت موسى علیه السلام نيولى، د آيت د ظاهر پرخلاف دى[1355].

((قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي =))

94_ له هارون علیه السلام سره د موسى علیه السلام توند چلن: حضرت هارون علیه السلام د حضرت موسى علیه السلام غوسې سړولو ته د ((يابن ام)) تعبير وكاراوه او په دې يې دې ټكي ته اشاره وكړه، چې زه او ته له يوې موره يو او په يوې غېږ كې روزل شوي يو او نه ښايي دغسې سره غوسه شو[1356]. دلته دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې بېشكه موسى او هارون دواړه پېغمبران، معصوم او پاكلمني ول؛ نو د موسى دا ټپسوري او د هارون له ځانه دې دفاع ته څنګه مخونه وركولاى شو؟ په ځواب كې ويلاى شو، موسى علیه السلام پوهېده، چې رور يې بې ګناه دى؛ خو په دې چلن يې دوه مطلبونه جوت كړل: ړومبى داچې بني اسرائيل يې وپوهول، چې ډېره ستره ګناه يې كړې، چې ان محکمې ته يې موسى د ورور (چې پخپله هم لوړ مقامی پېغمبر و) پښه هم راښكودې ده. بل داچې په دې چلن يې، ټولو ته د هارون علیه السلام بې ګناهي جوته كړه، چې روسته د خپل رسالت په تداوم كې تورن نشي[1357].

((قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي =))

96_ سامري څنګه خوسى جوړ كړ؟: مفسرانو ددې آيت په تفسير كې ډول ډول خبر كړې دي. يوه يې، چې د آيت له ظاهر سره ښه سازګاره ده. داده، چې د قوم له ګاڼو (87 آيت) مطلب د فرعونيانو د سرو ګاڼې وې، چې موسى علیه السلام یې د راټولولو او له ځان سره د وړو امر كړى و او داچې دا ګاڼې د موسى علیه السلام يا موسى ته منسوبه شتمني وه؛ نو د ((رسول اثار)) ورته ويل شوي دي؛ نو سامري په دې غونډله ((ما د رسول له اثارو يوه برخه راپورته كړه)) وايي، چې زه په مجسمه سازۍ او انځورګرۍ كې کارپوه او ځيرك یم. د موسى د شتمنيو يوه برخه مې راواخسته، ويلې مې كړه او داسې معلومات لرو، چې خلك یې نه لري؛ نو وسوسه راپسې شوه، چې ښه ده د رسول له سرو، يوه مجسمه جوړه كړم؛ نو د رسول له اثارو مې يو موټى(چې د سرو ګاڼې وې) راواخسته او په اور كې مې ورواچوله او خلكو ته مې رمباړې وهونكى خوسى جوړ كړ او داسې مې جوړ كړ، چې هوا يې په ګېډه كې ننوته او په فشار او دباو يې له خوله وته؛ نو د خوسي غږ اورېدل كېده[1358].

((قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا =))

97_ د موسى علیه السلام په امر د سامري سزا: دا آيت، سامري ته د موسى علیه السلام سزا څرګندوي. موسى علیه السلام ته چې د سامري ګناه جوته شوه؛ نو له ټولنې يې د سامري د شړلو امر وكړ، نه يې له چا سره د اړیکې حق درلود او نه چا اړيكه ورسره نيواى شوه. په ټوليز ډول حكم يې وكړ، چې سامري د ژوند تر پايه يوازې ژوند وكړي، چې دا پخپله يوه سخته ربړونه ده؛ ځكه ددې امر پايله، همېشنی خپګان او بې پايه ډار و. ځينو ويلي، چې دا د موسى علیه السلام امر نه و؛ بلكې سامري ته يې ښېرا وه او د ښېرا اغېز دا شو، چې په نادرمله رنځ اخته شو او چې څوك به ورنژدې شو؛ نو سختې تبې به نیوه او چې څوك به ورنژدېده چغې يې وهلې: ((مه رانژدې كېږئ)) ځينو ويلي، چې پر وسواس رنځ اخته شو؛ داسې چې له خلكو ډارېده او تښتېده او چغې يې وهلې: ((اړيكه راسره مه نيسئ))[1359].

((يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا =))

102_ صور ((شپیلۍ)): د ((صور)) په اړه به د زمر سورت تر 68 آيت لاندې څرګندونه وكړاى شي.

102_ د مجرمانو شنې تنې: د ((زرق)) اصطلاح، چې جمع يې ((ازرق)) دى، په عادي ډول د شين سترګي پر مانا دی؛ خو كله هغه ته هم كارېږي، چې بدن يې د سخت درد او رنځ له لامله تور شين اوښتى وي؛ ځكه بدن د درد او رنځ د زغم په پايله كې ډنګر او كمزورى شوى، خپل ښېرازتوب او لمده بل له لاسه وركوي او شين معلو مېږي[1360].

((يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا =))

103_ د قيامت پروړاندې د دنیوي او برزخي عمر لنډون: بېشكه انسانان په برزخي نړۍ كې اوږده تمېږي؛ خو د قيامت د عمر په باب، ډېر لنډ برېښي[1361]. ځينې مفسران وايي، چې د آيت مطلب، تر بيا راژوندي كېدو وړاندې په دنيا او برزخ كې يې د تمېدو د مودې لنډوالى دى او چې كله د تلپاتېتوب او ابديت حكم ورڅرګند شي، په دنيا او برزخ كې د تمېدو وخت ورته ډېر لنډ ښکاري[1362].

((نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا = ))

104_ يوه ورځېنۍ تمېدنه: بېشكه نه لس ورځې اوږده موده ده او نه يوه ورځ؛ خو دا توپير سره لري چې یوه ورځ د یو رقمي عدد ډېر لږ ته اشاره ده؛ نوځكه ډېرې لږې مودې ته اشاره كوي. قرآن حکیم، ددې خبرې وياند ((امثلهم طريقه)) (هغه چې اند او چلن يې ښه دى) نومولى دى؛ ځكه د آخرت پروړاندې دنیوي عمر يا برزخي لنډون او همدا راز د آخرت څرنګوالي پروړاندې يې د څرنګوالي ناڅيز والى په ډېر لږ شمېر ښوولى دى[1363].

((يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ وَخَشَعَت الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا =))

108_ له بلوونكي مطلب: په قرآن حکیم كې په ګوته شوى نه دى، چې الهي بلوونكى؛ ((اسرافيل)) دى که بل څوك؛ خو چې هر څوك وي، فرمان يې دومره نافذ دى، چې څوك سرغړونه ترې كړاى نشي[1364].

((يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا =))

109_ شفاعت؛ يو لوړ روزنيز ټولګى دى: ځينې له شفاعته ناسمې انګېرنې لري او له دنیوي اړيكو سره يې بې شباهته نه بولي، حال دا شفاعت د اسلام د رسول له پلوه، يو لوړ روزنيز ټولګى دى؛ هغوى ته يو سبق دی، چې په هڅه د حق لار وهي؛ خو كله ښو یېږي، چې شونې ده دا ښویېدنې يې پر زړونو د نهيلۍ دوړې پرې باسي؛ نو دلته شفاعت د يو خوځنده ځواك په توګه ورمخې ته كېږي او وايي: نهيلېږئ مه، د حق لار ته مو دوام وركړئ او په دې لار كې له هڅو لاس مه اخلئ. كه څو ښویېدنه درنه شوې وي؛ نو داسې سپارښـتګر شته، چې د لوراند الله تعالی (چې عام رحمت يې ټول رانغاړلي) په اجازې به مو سپارښت كوي. شفاعت، ناغېړۍ ته بلنه يا له پازوالۍ تېښته يا د ګناهونو د كولو اجازه نه ده؛ بلكې د شفاعت حقيقت، د حق په لار كې زغم ته بلنه او تر شونې بريده د ګناه راكمول دي[1365].

((فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقرآن حکیم مِن قَبْلِ أَن يُقْضَى إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا =))

114_ د وحې له تمامېدو مخكې په لوست كې له بيړې منع: له دې آيته ګټنه كېږي، چې رسول الله له هغه څه خبر و، چې ورباندې به وحې كېدل او چې وحې به پرې رانازل شوه، مخكې تردې، چې تمامه شي، د قرآن حکیم لوست به يې پيلاوه. دا آيت يو لاسوند دى، چې د قرآن حکیم يو ځليز يا دفعي نزول (چې په رواياتو كې اشاره ورته شوې) تاييدوي. د رواياتو له مخې، قرآن حکیم پر رسول الله (ص) دوه ځل رانازل شوى؛ يو وار د قدر پر شپه ټول قرآن حکیم په يوځلي توګه ورباندې نازل شوى او بيا د رسالت په درويشت كلنۍ موده كې سوكه سوكه او د مصالحو له مخې، ورنازل شوى دى. كه رسول الله (ص) د وحې له منځپانګې خبر نه درلود؛ نو د الله تعالی دې خبرې څه مانا نه درلوده، چې ورته ووايي: ((د قرآن حکیم په لوستو كې تر هغې بيړه مه كوه، چې پوره وحې یې دررسول شوي نه وي)) په هر حال الله تعالی، په دې آيت کې، رسول الله له دې كاره منع كړ[1366]. بايد پام مو وي، چې (معاذ الله) د پېغمبر بيړه د بې زغمۍ يا ځان ښوونې لپاره نه؛ بلكې څوبمن – مينوال او لېوال و، چې وحې ومومم، حفظ او يا ده يې كړي او خلكو ته يې ورسوي؛ البته داچې حضرت (ص) بايد په ټولو څيزونو كې د خلكو بېلګه وي؛ نو له دومره بيړي كولو هم منع شو، چې د خلكو پام شي، چې ان نه ښايي د وحې موندنې ته هم بيړه وشي[1367].

((وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا =))

115_ د آدم علیه السلام معصومیت: د حضرت آدم علیه السلام د پاكلمنتوب په باب د اعراف سورت تر 23 آيت لاندې ويينه شوې ده.

((فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا يَبْلَى =))

120_ له همېشتوب سره د آدم له څوبمنۍ – لېوالتيا د شيطان ناوړګټنه: شيطان، د آدم څوبمني – لېوالتيا په پام كې ونيوه او تردې راورسېد، چې هغه له تلپاتې ژوند او بې زواله واک ته له رسېدو سره مينه لري؛ نو داچې د پالوونكي د فرمان مخالفت ته يې راكاږي، له دې دوو لاملونو يې ګټنه وكړه. په بله وينا؛ لكه څنګه چې الله تعالی له آدم علیه السلام سره ژمنه وكړه، كه شيطان له ځانه وشړې، د خپل پالوونكي د همېشني نعمتونو په جنت كې به وې، شيطان هم په خپلو وسوسو كې پر همدې ټكي لنګر واچو[1368].

((وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى =))

124_ سخت ژوند؛ د الله تعالی د هېر سزا: ددې آيت په تفسير كې يې ويلي، چې څوك الله تعالی هېر او اړيكه ورسره پرې كړي، يوازې پر دنيا د زړه تړلو لار ورپاتېږي او ټوله هڅه يې د دنیوي ژوند ښه كېدو ته وي. ورځ پر ورځ خپل دنیوي ژوند پراخوي او پر خوندونو يې بوختېږي؛ خو دا خوندونه، لږ وي که ډېر، نه يې آراموي؛ ځكه چې هرڅه ترلاسه كوي، بيا هم د داسې څيزونو غم خوري، چې ترلاسه كړي یې نه دي او بلخوا اندېښمن دى، چې د نادودو، مرګ، رنځ او. . . په پار به يې شتمني له لاسه ووځي؛ نو دنيا پال انسان – شتمن که نشتمن-، چې الله تعالی هېر كړى، تل په رنځ او دباو كې وي؛ خو هغه چې د الله تعالی د ياد په رڼا كې پوهېږي، چې په دې ژوند پسې او د الله تعالی پروړاندې يو ژوندون شته، چې څه غواړي، پكې شته او هېڅ آفت پكې نشته، چې زيانمن به يې كړي؛ بيا خو د دنیوي ژوند له سړو تودو څه ډار نه لري او د الله تعالی (په لږه يا ډېره) وركړه خوشحال دى[1369].

((قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى =))

126_ د ګناهګارانو د هېرېدو ورځ: په بله نړۍ كې د ګناهګارانو له هېرېدو مطلب دا نه دى، چې الله تعالی دوى هېروي؛ بلكې مطلب، له دوى سره د هېرونې (او بې اعتنايۍ) معامله ده؛ لكه چې په ورځېني تعبيرونو کې هم لرو، چې كه چا له بله بې اعتنايي وليده، وايي: ولې دې هېر كړم؟[1370].

((وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى =))

129_ د الله تعالی سنت (دود) او ټاكلى وخت: په ((كلمة من ربك)) كې له ((كلمة)) مراد، هماغه فرمان دى، چې د الله تعالی له لوري هغه وخت وضع شوى، چې آدم علیه السلام له جنته ځمكې ته راكېووت؛ پردې بنسټ، چې انسانان تر يوه ټاكلي وخته په ځمكه كې دي او په دې موده كې به پر ځمكه ژوند وكړي او له عذاب او ناڅاپي هلاكته به خوندي وي؛ خو داچې كوم پېغمبر ورشي، چې په دې حال كې، هغوى چې ايمان پرې را نه وړي او په شخړه ورسره لاس پورې كړي يا معجزه ترې وغواړي او د معجزو تر راوړو روسته هم ايمان رانه وړي، په الهي عذاب به هلاك شي. د اسلام د پېغمبر امت هم د الله تعالی د مخكېنۍ ژمنې په پار له استيصال عذابه خوندي دي؛ خو د رسول الله(ص) د بعثت په پار به ددې امت د مؤمنانو او كافرانو ترمنځ قضاوت وشي او كافران له منځه ځي؛ د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، چې ددې امت د كافرانو عذاب ځنډېږي او له ((اجل مسمى)) (ټاكلي وخت) مطلب هماغه وخت دى، چې وخت يې بيخي نه بدلېږي او ددې امت كافران، په دنيا كې په عذاب كې رانغاړلېږي او هلاكېږي[1371].

((فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاء اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى =))

130_ د انسان پر روحيه د الله تعالی د تسبيح اغېز: داچې په ځانګړو وختونو كې له تسبيح مراد څه دى، مفسرانو پرې ډول دول خبرې كړي، چې دوه تفسيره يې ښه سم په نظر رسي: يو داچې په آيت كې له تسبيح منظور پينځګوني فرضي لمونځونه دي او دا آيت يې وختونو ته اشاره لري. دويم داچې آيت هر ډول تسبېح (ذكر، مستحبي لمونځ او. . .) ته اشاره لري، چې په ټاكليو وختونو كې يې د كولو امر شوى دى[1372]. پر حمد او تسبيح سپارښتنه، د روحيې د پياوړتيا او د خاطر د تسلا لپاره شوې ده؛ ځكه ستاينه او تسبيح او د شپې و ورځې لمونځونه، له الله تعالی سره د انسان اړيكه دومره ټينګوي، چې بې له الله د بل هېڅ څيز په باب سوچ نه كوي، له سختو پېښو نه ډارېږي او د دغسې ټينګې اډانې په درلودو، له دښمنانو ډار نه لري او په دې توګه، روحي ډاډ يې په برخه كېږي. د ((لعلك ترضى)) غونډله دې ټكي ته اشاره كوي[1373].

((وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى =))

132_ كورنۍ ته دې د لمانځه امر وكړه: دلته له ((اهل)) (كورنۍ) مطلب، د رسول الله(ص) كورنۍ ده؛ خو داچې دا سورت په مكه كې رانازل شوى؛ نو په هغه زمانه كې، د اهل مصداق، يوازې خديجه (رض) او علي (ك) و؛ البته ښايي په دې کلمه كې د رسول الله(ص) نور خپلوان هم راونغاړل شي؛ ځكه د وخت په تېرېدو د پېغمبر كورنۍ پراخ شوه[1374]. په رواياتو كې راغلي، داچې رسول الله پردې آيت عمل وكړي، په مودو مودو د حضرت على (ك) او فاطمې (رض) د كور وره ته تله او د وره دواړه تمبې يې نېوې او ويل يې: ((لمونځ! الله تعالی دې درولورېږي! الله تعالی غواړي له تاسې اهل البيتو چټلي لرې كړي او پوره مو پاك كړي[1375])).

132_ عبادت، د انسان اړتيا، نه د الله تعالی حاجت: له دې غونډلې مراد دادى، چې لمونځ د پالوونكي پر ستریا څه نه ورزياتوي؛ بلكې ستاسې انسانانو بشپړتيا ته ستره پانګه او لوړ روزنيز ټولګى دى. په بل تعبير، الله تعالی د پاچايانو او اميرانو په څېر نه دى، چې له ولس او ملته يې باج اخسته او د درباريانو ژوند يې پرې كاوه. الله تعالی له ټولو مړه خوا دى او ټول ورته اړين دي. دا تعبير، هماغه څه ته ورته دى، چې د ذاريات سورت په 56، 57 او 58 آيتونو كې راغلى دى: ((او ما پېريان او انسانان ځکه پيدا كړي، چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي)، زه ترې روزي نه غواړم او نه غواړم، چې روزي راكړي (؛ ځكه) چې يوازې الله تعالی ښه روزي وركوونكى او د پياوړي ځواك څښتن دى)) او په دې توګه، د عبادت پايله نېغ په نېغه پخپله عبادت كوونكي ته ورګرځي[1376].

سورة الأنبياء

د انبياء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د آيتونو چورليځ، نبوت دى[1377].

((اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مَّعْرِضُونَ =))

1_ د حساب او قيامت له نژدېدو مطلب څه دى؟: ځينو مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب كې ويلي: منظور دادى، چې د دنيا پاتې د تېرو پروړاندې، لږه ده او په همدې دليل، قيامت نژدې دى (نسبي نژدېوالى). روايت شوى، چې رسول الله (ص) د اشارې او منځنۍ دوو ګوتو په يوځاى ښوولو سره وويل: ((زه او قيامت، ددې دوو په څېر مبعوث شوي يو)). ځينو ويلي: دا تعبير پدې پار دى، چې قيامت جوت، پرېكونى او هرومرو رامنځ ته كېدونى دى[1378].

((لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّواْ النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ . قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . بَلْ قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الأَوَّلُونَ . مَا آمَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ .وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ . وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ . ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ . لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ =))

3 تر10_ پر نبوت د مشركانو يو شمېر نیوكې: په دې آيتونو كې د پېغمبر د نبوت او قرآن حکیم په باب د ځیلي مشركانو ځينو نيوكو او پلمو ته اشاره شوې ده. لومړۍ نيوكه داچې ويل يې (3 آيت): پېغمبر ستاسې په څېر يو بشر دى او د بشروالي په وزلو او لوازمو كې په يو څيز كې هم درنه بېل نه دى؛ نو كه له غيبو سره يې د اړيكې ادعا سمه وي؛ نو تاسې هم بايد له غيبو خبر شئ او داچې نه وسئ؛ نو هغه هم دروغ وايي او چې كوم كتاب یې معجزې ته ورته او د خپل نبوت دليل ته معرفي كړى، معجزه نه؛ بلكې يو جادو دى، چې تاسې يې كړاى نشئ. الله تعالی ددې نيوكې په ځواب كې دوه مطلبه اوڅاروي (7 آيت): يو داچې ټول تېر پېغمبران هم بشر ول او د اسلام د پېغمبر د نبوت ادعا، څه نوې ادعا نه ده. دويم داچې نبوت داسې څيز نه دى، چې له انسان والي سره اړخ ونه لګوي. د پېغمبر او نا پېغمبر توپير وحې ده، شونې ده الله تعالی يې پر چا ولوروي او پر بل نه او كه الله تعالی چاته وحې ورولېږله؛ نو پکار نه ده، چې ټولو ته يې ولېږي؛ يا كه چاته يې وحې ور و نه لېږله؛ نو پکار نه ده له بله يې وسپموي؛ بلكې وحې د الله تعالی او انسان ترمنځ يوه ځانګړې اړيكه ده، چې په الهي حكمت ځينې يې لري او ځينې يې نه. د آيت په پاى كې تينګار شوى، كه په تېر مطلب – تېر پېغمبران انسانان ول او وحې له انسان والي سره په ټكر كې نه ده – پوهېږئ؛ نو ښه، كه نه پوهېږئ؛ نو كتابيان وپوښتئ، چې پر هغه مهال د مشركانو د تاييد او درناوي وړ ول. د مشركانو دويمه نيوكه، پر پېغمبر او كتاب يې ناروا تورونه ول، چې درجه په درجه سختېدل (5 آيت). په پيل كې يې وويل، چې د رسول الله(ص) خبرې (قرآن حکیم) يې ليدلي پرېشانه خوبونه دي او الهي وحې يې ګڼلې ده؛ نو دا خبرې تر كوډو هم ډېرې بې ارزښته دي. بيا يې د تور درجه اوچته كړې، و يې ويل: دا پرېشانه خوبونه نه دي، چې په تېرو كې يې ليدلي وي؛ بلكې په لوى لاس او دروغو يې پر الله تعالی ورتړلي دي. بيا يې تور ښه سخت كړى، و یې ويل: له آره خو هغه يو شاعر دى او شعر وايي او دا ځكه سخت تور دى، چې دروغجن فكر كوي، چې څه وايي؛ خو شاعر بې څه تدبيره، چې څه په نظر ورشي، وايي یې او كوم شاعري فن يې، چې خوښ شي، كاروي يې، چې ډېر ځل د اړتياوو نټه كوي يا په ډاګه پر باطلو ټينګار كوي او ډېر ځل رښتيا، دروغ او دروغ رښتيا كوي. ورپسې یې مشركانو له دې خبرو پايله واخسته، چې قرآن حکیم معجزه نه ده او كه پېغمبر رښتيا وايي، بايد د تېرو پېغمبرانو په څېر معجزه راولي؛ لكه د موسى علیه السلام کونټۍ او د صالح علیه السلام او ښه. الله تعالی د مشركانو دا ادعا (كه رسول الله د تېرو پېغمبرانو په څېر كومه معجزه راولي، ايمان راوړي) دروغ وګڼله او رد يې كړه. تېرو يې له خپلو پېغمبرانو هېښنده معجزې غوښتې وې؛ خو چې پېغمبرانو يې وړانديز شوې معجزې وروستې؛ بيا يې هم ايمان نه راووړ؛ نوځكه د عذاب وړ شول. دوى هم په څېر يې دي او دروغ وايي[1379]. بيا (10آيت) يې په يوې لنډې او په مانا ډكې غونډلې كې، د مشركانو ډېرى نيوكې، په دې توګه ځواب كړي، چې كه څوك د قرآن حکیم آيتونه – چې د وريادونې، د زړه د ويښتيا او د فکر د خوځښت او د ټولنې د پاكۍ لامل دي- وڅېړي؛ نو ښه پوهېږي، چې قرآن حکیم يوه څرګنده او تلپاتې معجزه ده او داچې له بېلابېلو اړخونو يې د اعجاز نښې او اثار څرګند دي؛ نو ترې نمښته او د نورو معجزو غوښتنه، د غرض او بې عقلۍ ښوونكې ده[1380].

((بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ =))

18_ حق پايښتى دى: حق او باطل دوه مخالف مفاهيم دي. حق هغه څه دى، چې په خپل ذات او آر كې ثابت وي او باطل هغه څه دى، چې په ذات او آر كې څه ثبات نه لري؛ خو ځان حق ته ورته ښيي، خلك يې حق وګڼي؛ البته چې كله هم د حق پروړاندې واقع شي؛ نو معلو مېږي، چې باطل و او له منځه ځي؛ لكه اوبه، چې پخپله يو له حقايقو ځنې دي او سراب، چې په حقيقت كې اوبه نه دي؛ خو ځان د اوبو په څېر ښيي او ليدونكى يې اوبه ګڼي؛ خو چې تږى ورنژدې شي، اوبه نه ويني. الله تعالی په قرآن حکیمكريم كې، حق او باطل ته ډېرې بېلګې راوړي او د واقعيت له مخې، ګروهې يې حق او هغه چې له واقع سره اړخ نه لګوي، باطلې يې ښوولې دي او د آخرت ژوند يې حق او دنیوي ژوند يې باطل ګڼلى دى چې انسانان يې په خورا ځلبلۍ – پړق و پروق خپله شتمني ګڼي او لاس ته راوړنې ته يې غورځې پرځې كوي؛ همداراز خپل متعال ذات يې حق او نورې وزلې چې انسانان پرې غولېږي او الله تعالی ته د ورماتېدو پرځای ورماتېږي باطلې بللې دي. دا د الله تعالی سنت (او دود) دى، چې باطلو ته دومره مهلت وركوي، چې كومه ورځ له حق سره مخ او ورسره لاس په ګرېوان شي، چې په خپل ګومان يې له منځه يوسي او ځاى يې ونيسي؛ خو الله تعالی يې پر هغه وخت په حق له منځه وړي؛ نو پر ځمكه د حق ګروهه بيخي له منځه نه ځي، كه څه په ځينو وختونو كې يې درلودونكي لږ كي او كمزوري وي. همداراز حق كله هم له آره له منځه نه ځي؛ كه څه دښمنان يې زيات وي او الله تعالی كله هم د خپلو پېغمبرانو له ملاتړه لاس نه اخلي، كه څه چاړه تر هډوكي ورسي او نهيلي پرې لاسبري شي؛ نو د تېرو آيتونو په پامنيوي، د آيت مانا دغسې كېږي. هستي مو د خلكو لوبو او بوختيا ته پنځولې نه ده؛ بلكې همېشنى سنت مو دادى، چې باطل په حق داسې ځپوو، چې يو مخې له منځه ولاړ شي. كه دا باطل، باطله دليل او ګروهه وي، حق دليل او ګروهه يې له منځه وړي او كه كوم باطل دود او كړه وړه وي)؛ لكه چې په ظالمو اقوامو كې وو- چې استيصالي عذاب (هغه عذاب، چې جرړې راباسي او پر هغه مهال ايمان ګټور نه وي) دا كړنې او دودونه له منځه وړي. په ټوليز ډول، چې باطل هرڅه وي، حق به يې له منځه يوسي[1381]. په ډېرى رواياتو كې ددې آيت څرګند مصداق د امام مهدي علیه السلام تر راڅرګندېدو روسته د حق واكمنۍ جوړول ښوول شوي دي[1382].

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ =))

22_ د تمانع دليل: دا آيت د توحيد يو مهم دليل ته اشاره كوي، چې پوهانو د تمانع دليل نومولى دى. څرګندنه دا، ښكاره وينو، چې هستي د يو قانون پلیونې ده او په يو ټاكلي غونډال كې ده، چې د اجزاوو ترمنځ يې ټكر نشته. د قوانينو همغږي يې ښيي، پيلامه يې له يوې سرچينې ده؛ ځكه كه پيلامې ډېرې او ارادې بېلابېلې واى؛ نو كله به هم دا همغږي نه وه او په هستۍ كې به هماغه څيز ليدل كېده، چې قرآن حکیم يې په فساد تعبيروي. د يو كتاب له لوسته په اسانۍ پوهېږو، چې يو تن ليكلى که ګڼ شمېر؛ ځكه دوه تنه كه څومره هم اندي او هم سليقه وي؛ بيا هم دوه تنه دي او ليكلار او سليقه يې توپير لري. كه ټول څيزونه يې يو واى؛ نو يو تن كېده؛ نو دلته ده، چې بايد توپيرونه ولري، چې دوه تنه شي او په پايله كې دا توپير به اغېز پرې باسي. كه دا كتاب څومره هم ستر وي او په ډولاډولو موضوعاتو يې ويينه كړې وي، ډېر ژر پكې ناهمغږي ننګېرلېږي. د هستۍ دا له عظمته ستر كتاب، په همدې قانون كې رانغاړلېږي. كه د نړۍ په سنبالښت كې ګڼ شمېر ارادو او پيلامو لاس درلوداى؛ نو دا همغږي ناشونې وه. په رښتيا ولې فضايي پوهان په پوره ځيرنې سپوږمكۍ پر هماغه ځاى كېنولاى شي، چې وار له مخكې يې په خپلو محاسباتو او سنجونو كې اټكل ورته كړى وي او بيا يې له هغه ځايه ځمكې ته د مخكېنۍ وړاندوينې له مخې راكوزوي او ان د ثانيې سلمې برخې ته هم حساب اوكړلاى ورته جوړوي؟! كه په هستۍ كې دوه يا څو ارادې واكمنې واى؛ هر يوه ځانته غوښتنه درلوده او هر يو د بل اغېز خنثى كاوه او په پايله كې هستي په فساد او نا همغږۍ اخته كېده[1383].

((يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ =))

28_ د پرښتو شفاعت: د ((وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى)) غوڼدله د مشركانو يوه مهمه ګروهه ردوي او دا نورو ته د پرښتو شفاعت دى. ځينو يې پرښتې ځكه نمانځلې، چې شفاعت یې كوي او الله تعالی ته يې ورنژدې كوي[1384]. الله تعالی په دې آيت، دا فاسده ګروهه ردوي او څرګندوي، هغوى د پرښتو په شفاعت كې رانغاړلېږي، چې الله تعالی يې له دينه خوښ وي او د چاچې دين شرك او له توحيد سره په ضديت كې وي، هېڅكله به د پرښتو په شفاعت كې راو نه نغاړل شي؛ نوځكه له هغه حیراني ده، چې پرښتې له الله تعالی سره شريكې بولي او شفاعت ته يې سترګې پر لار وي؛ حال دا، پرښتې يوازې د مؤحدينو شفاعت كوي[1385].

((أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ =))

30_ د اسمانونو او ځمكې پنځون: مفسرانو د ((أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا)) تر غونډلې لاندې پرېمانه خبرې كړي، چې له دوى درې تفسيره مناسب په نظر رسي: 1_ د اسمان او ځمكې نښلون، د پنځون پيلامې ته اشاره ده، چې د پوهانو د روايت له مخې، د هستۍ ټولګه د غاز يوه ستر سوځنده كتله وه، چې د دننني يون او چاودنې له لامله سوكه سوكه وويشل شوه، چې ستوري، سيارې، لمريز غونډال او ځمكه رامنځ ته شوه او بيا هم نړۍ د پراختيا پر حال ده. 2_ له نښلونه مراد د هستۍ د موادو همجولي- يكنواخت والى دى. داسې چې په يو بل كې سره ننوتي وو او د يوې مادې په بڼه ښكارېدل؛ خو د زمانې په تېرېدو، توکي يو له بله جلا شول او نوي جوړښتونه يې ومومل او په اسمانونو او ځمكه كې ډول ډول بوټي، څاروي او بېل بېل ژوي رادبره شول؛ داسې ژوي، چې هر يوه ځانته ځانګړى غونډال، اثار او ځانګړنې لري او هر يو د پالونكي د ستریا، پوهې او بې پايه ځواك يوه نښه او ښكارنده ده. 3_ د اسمان له نښلونه مراد دادى، چې په پيل كې باران نه ورېده او د ځمكې له نښلونه مراد داچې پر هغه وخت بوټي نه زرغونېدل؛ خو الله تعالی دواړه پرانستل: له اسمانه يې باران رانازل كړ او له ځمكې يې ډول ډول بوټي راوټوكول. له اهل بيتو عليهم السلام ګڼ شمېر روايات روستۍ مانا او ځينې يې ړومبي تفسير ته اشاره لري[1386].

30_ اوبه؛ د ژویو ژوندبنسټ: د ټولو ژونديو ژویو كه بوټي وي که څاروي بنسټ په اوبو پورې تړلى دى؛ هغه اوبه، چې پيلامه يې، له اسمانه رانازل شوى باران دى. پوهان ګروهن دي، چې د ژوند ړومبى تېغ د سمندرونو په تل كې پيدا شوى دى؛ نوځكه اوبه د ژوند پيل ګڼي. كه قرآن حکیم د انسان پنځون له خاورې ګاڼه؛ نو نه ښايي، هېر كړو، چې له خاورې مطلب ((خټه)) ده، چې له اوبو او خاورې جوړه شوې ده. دا موضوع هم پاموړ ده، چې د پوهانو د څېړنې له مخې، د انسان د بدن غټه برخه او د ډېرو څارويو بدنونه (د اويا سلنو په شاوخوا كې) له اوبو جوړشوي دي. داچې ځينو نيوكه كړې، چې د پرښتو او پېريانو پنځون – سره له دې، چې ژوندي ژوي دي- بې له څه شكه له اوبو ځنې نه دي، ځواب يې څرګند دى؛ ځكه د آيت مطلب، هغه ژوندي ژوي دي، چې موږ ته محسوس دي[1387].

((وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ =))

32_ اسمان؛ ساتندوى چهت: په دې آيت كې له اسمانه مطلب، له ځمكې ګرد چاپېره هوا ده او د پوهانو د څېړنو له مخې يې پنډوالى په سلګونو كيلوميټره دى. دا په ظاهر لطيف او نرم پوټكي، چې له هوا او غازونو جوړ شوى، دومره ټينګ او مقاوم دى، چې له دباندې ځمكې ته را روان هر ربړیجن – مزاحم او ضرري موجود له منځه وړي او ځمكه، چې شپه و ورځ په شهاب ډبرو ايشتل كېږي، دا پوټكى يې ترې ساتي. پردې سربېره، د لمر وړانګې ځينې مرګونې برخې لري، چې د ځمكې هوا يې چاڼوي[1388].

((خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ =))

37_ د بيړې غندنه: دا آيت دومره د انسان د بيړې خبره كوي، چې ته وا له بيړې پیدا شوى او بې له دې څه نه پېژني؛ لكه چې وايي پلانى يومخې ښه دى يا پلانى يومخې بد دى؛ يعنې له ښو پيدا شوى يا له بدۍ پنځول شوى دى[1389]. بيړه له غندل شويو ځانګړنو ځنې ده او د دين او اخلاقو مشرانو يې په رټنه كې ډېرې خبرې كړي؛ البته بيړه دې له چټكۍ سره يو شان او ورته ونه ګڼل شي. چټكي داده، چې كړنلار پوره اوډون شوې وي او ټولې چارې حساب او سنجول شوي وي؛ نو بايد بې د وخت له تېرېدو پلي شي؛ خو بيړه داده، چې لا تر اوسه كړنلار پوره چمتو نه وي او پوره كېدو او څېړنې ته اړتيا ولري؛ نو سرعت او چټكي مطلوبه ده او عجله او بېړه نامطلوب ده[1390]. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((په چارو كې له بيړې تر هغې ډډه وكړه، چې وخت يې راورسي او همداراز، چې د كار وخت راورسېد؛ نو په ترسره كولو كې يې ناغېړي مه كوه. . .؛ نو هر څيز پر خپل ځاى كېده او هر كار پر خپل وخت وكړه[1391]))[1392].

37_ عذاب راكېووتو ته بېړه!: له تېر آيته ګټنه كېږي، مشركانو د رسول الله(ص) له بلنې سره د مخالفت په پار، چې كله يې آنحضرت (ص) ليده؛ نو ملنډې يې پرې وهلې او په دې كړنې يې خپله سرغړونه او كفر لا ورزياتوه؛ البته الله تعالی يې په څېر چلن ورسره و نه كړ. د رسول الله بلنه يې ټوكه ګڼله؛ نوځكه يې ملنډې ورباندې وهلې؛ خو الله تعالی يې ملنډې جدي او په ټينګه وبللې؛ نو كافرانو، چې هر ځل پر رسول الله ملنډې وهلې، يو ځل بيا يې ځانونه د الهي عذاب خولې ته ورنژدې كول او ته وا په دې چار يې ځانونه ډېر ژر په عذاب كې رانغاړل. كافرانو د سلامتۍ پرمهال، د الله تعالی له نښو سبق وانخست او د خپل عذاب په نښو پسې ول؛ نوځكه الله تعالی په دې آيت كې، تر كفر روسته يې د ملنډو دليل، د عذاب د نښو په بېړه ليدو كې ګڼلى او باخبر كړي يې دي، چې ډېر ژر به خپلې (د عذاب) نښې وروښيي[1393].

((بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ =))

40_ د جهنم اور؛ ناڅاپي او هېښنده دى: په ناڅاپي توګه د اور د راتلو مانا داده، چې نه پوهېږي، له كومه راځي او ترې راتاوېږي. الله تعالی هم پر همدې مانا د دوزخ اور يادوي: (((هغه) الهي بل شوى اور دى. (هماغه) چې پر زړونو ورخېژي او خوله اچوي. په حقيقت کې دا اور پرې راتاو شوی (چې د تېښتې لار نه لري)، [1394])) او همدا راز ويلي يې دي: ((په حقيقت كې تاسې او چې څه مو بې له الله نمانځل د جهنم سونتوکي ياست[1395]))څرګنده ده هغه اور، چې دغسې ځانګړنه لري، د انسان باطن د ظاهر په څېر رانغاړي او د باطن رانغاړل يې د ظاهر له رانغاړلېدو لږ نه دي او د دنيا د اور په څېر نه دي، چې سوځول د بدن له پوټكي پيل كړي او بيا يې دننه ورسوځوي؛ بلكې پوټكى او دننه دواړه يوځاى سوځي او په پايله كې انسان فرصت نه مومي، چې ترې وتښتي او څه چاره وسنجوي او په يو څيز ځان له اوره بچ كړي؛ ځكه اور يې د بدن له تله بل شوى دى؛ نوځكه د اور پروړاندې د دوزخيانو غبرګون يوازې او يوازې هېښتيا ده او د بچېدو او تېښتې لار نه لري[1396].

((بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاء وَآبَاءهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ =))

44_ د ځمكوالو پوپنا كېدل؛ د الله تعالی د ځواک يوه نښه او د مخلوق بېوسي: داچې د ((أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا)) له غونډلې مراد څه دى، مفسرانو يې په اړه ډول ډول ويينې كړي؛ خو تر ټولو مناسبه يې دا ده، چې له ځمكې منظور، د نړۍ د هېوادونو خلك دي؛ اقوام او ډول ډول وګړي، چې سوكه سوكه او پرلپسې د نشتوالي په پلو ورځغلي او له دنیوي ژوند سره پیلنه – خدای پاماني كوي او په دې توګه، تل د ځمكې له چاپېرياله كمېږي. د اهلبيتو له امامانو په ځينو رواياتو كې راغلي، چې دا آيت د پوهانو په مړينه تفسير شوى دى؛ البته پوهېږو، چې معمولاً دا روايات د څرګندو مصداقونو د ښوولو لپاره دي؛ نه داچې د آيت مفهوم په ځانګړو وګړيو كې را ايسار كړي. په دې توګه، د مشرانو، اقوامو او ان پوهانو سوكه سوكه مرګ كبرجنو او ناخبرو كافرانو ته د عبرت يو درس دى، چې ورښيي له الله تعالی سره په مبارزه كې بريا ورته نشته[1397].

((وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ =))

47_ د عدل تله: ځينو ګڼلې ده، چې په قيامت كې ددې نړۍ د تلو په څېر تلې درېږي او ورپسې يې فرض كړي، چې هلته د انسان كړنې دروندوالى او وزن لري، چې پر هغو تلو تلل كېداى شي؛ خو حق دادى، چې تله په قيامت كې د سنجونې د وزلې او وسيلې پر مانا ده او پوهېږو، چې هرڅيز له ځان سره متناسبه د سنجونې وزله لري. تودوخ مېچ، هوا مېچ او نورې تلې هر يو له هغه څه سره همغږي دي، چې بايد وسنجول شي. په اسلامي احاديثو كې لولو: په قيامت كې د سنجونې تلې؛ پېغمبران، امامان، سپېڅلي او نېكان دي، چې په كړنليكونو كې يې تت او تياره ټكى نشته[1398] په واقع كې دا ستر او بېلګه وګړې، د كړنو د سنجونې كچې دي او د هر چا كړنې، چې څومره له دوى سره ورته وي، دروندوالى لري او چې څه ورسره ورتوالى نه لري، بې وزنه يا سپكې وي. ان په دې نړۍ كې يې د الله تعالی وليان د سنجونې كچې دي او چې څوك ورته ښه ورته وي، ارزښتمن دى؛ خو په بله نړۍ كې دا چار د راښكاره كېدو او څرګندېدو پړاو ته رسي[1399].

((وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ =))

50_ ټولو ته د خير او بركت ډك كتاب: دې آيت قرآن حکیم ځکه ((مبارك)) نومولى، چې قرآن حکیم ثابت او همېشنى پېغام او د پرېمانه بركتونو درلودونكى دى، هم مؤمن ترې برخمنېږي او هم په بشري ټولنه كې د كافر سوكالي تامينوي او لنډه داچې ټول نړيوال ترې ګټنه كوي؛ كه قرآن حکیم مني که يې نه مني. ددې ادعا دليل، د ودې او سمونې هغه اغېزې دي، چې نن يې په بشري ټولنو كې وينو؛ ځكه كه پر څټ ولاړ شو او د قرآن حکیم د نزول پېر يا مخكې ترې ورشو، پوهېږو، چې د قرآن حکیم د بركت له لامله بشر له كوم ځايه تر كومه ځايه رسېدلى دى؛ نو هله څرګندېږي، چې قرآن حکیم يو مبارك پېغام دى، چې ټولو بشري وګړيو پرې وده موندلې ده، كه څه په خپله خوله منښته پرې وكړي او يا يې له حقانيته له ژبني منښتې ډډه وكړي او حق يې پوره نه كړي او د ستر نعمت ناپاسلي- نامنندوى يې وكړي؛ البته مسلمين هم د منكرينو په نمښتې او د دوى په ناپاسلۍ كې ناګرم نه ول؛ ځكه مسلمانانو هم د قرآن حکیم په حق پوره كولو كې ناغېړي كړې؛ لكه چې پخپله قرآن حکیم په قيامت كې د رسول الله (ص) له خولې وايي: ((پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم دغه قرآن حکیم پرېښى و[1400])).

((وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ =))

57_ حضرت ابراهيم علیه السلام مشركان وګواښل: دا آيت، څه چې د ابراهيم علیه السلام له خولې وايي – په ډېر احتمال – خبره يې نه؛ بلكې د زړه هوډ يې و؛ ځكه ډېر ځل هوډ په خبره تعبيرېږي؛ لكه زه هرومرو دا چار كوم؛ ځكه خبره مې يې كړې؛ يعنې هوډ مې يې نيولى. لرې ده، چې ددې خبرې مخاطب د هغې زمانې ټول بوتپال وي؛ ځكه د امت نامه يې اخستى، چې يو غښتلى او ځواكمن امت و او له بوتانو سره يې تعصب درلود او ابراهيم علیه السلام ورته يو ناپېژاندى و. دا د توحيد دين ته د ابراهيم علیه السلام د بلنې پيل و، چې بې له ده هېڅوك مؤحد نه و. پردې ټولو سربېره، دا له احتياط سره سازګازي نه لري، چې ابراهيم خپل دښمن چې يو امت دى له خپل نيته خبر كړي، او هغه هم په دې زغردتیا، چې ورته ووايي: په ناسوبتیا – غيابو كې مو ستاسې بوتانو منځه وړو ته نخچه كاږم؛ خو كه احتمال وركړو، چې دا خبره يې ځينو هغو ښاريانو ته كړې وي، چې پوهېده چاته يې نه وايي[1401].

((قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ =))

63_ ابراهيم علیه السلام دروغ و نه ويل: داچې په دې آيت كې د ابراهيم علیه السلام د خبرې ظاهر له واقعيت سره اړخ نه لګوي، او په دې دليل، چې ابراهيم علیه السلام پېغمبر او معصوم و او بيخي يې دروغ نه ويل؛ نوځكه مفسرانو ددې آيت په تفسير كې بېلابېل مطالب ويلي، چې غوره یې دادي: ابراهيم علیه السلام يومخې دا عمل په ستر بوت پورې وتړه؛ خو ټول قراين او نښې شهادت وركوي، چې له دې خبرې يې ټينګ هوډ نه درلود؛ بلكې د بوتپالو له کږنو او انګېرنو – خرافاتو ډکې او بې بنسټه ګروهې يې پر مخ ور و وېشتې او و يې پوهول، چې دا بې ساه ډبرې او لرګي دومره نا څيزه دي، چې ان يوه غونډله خبره هم كړاى نشي، چې له خپلو عابدانو مرسته وغواړي، دا خو لا څه چې ستونزې يې هوارې كړي. په ورځينيو خبرو كې ددې تعبير ساری پرېمانه دی، چې د مقابل لوري د وينا باطلولو ته يې، مسلمات او ګروهې د يو چار، روايت يا استفهام په بڼه ورته ږدو، چې خړ او سرټيټى شي او دا چلن په هېڅ ډول دروغ نه دي؛ دروغ هغه دي، چې څه قرينه او نښه يې مله نه وي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې راغلي: ((حضرت ابراهيم يې د اندونو د سمونې په پار دا خبره وكړه او و یې ویل، چې دغسې يو چار د بوتانو له وسې نه كېږي)) بيا امام زياته كړه: ((پر الله تعالی قسم! بوتانو دا چار كړى نه و او ابراهيم علیه السلام هم دروغ ونه ويل[1402])).

((قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ =))

((قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ=))

68 او 69_ د ابراهيم علیه السلام د سوځولو هوډ او پر ګلبڼ د اور اوړېدل: د ابراهيم علیه السلام سوځولو ته د مشركانو د هوډ او پر ګلبڼ د اور اوړېدو په هكله، ډېر روايات او خبرې اوڅار دي. په دې لنډيز كې يې څو ټكيو ته اشاره كېږي: ويلي يې دي، چې كوم اور يې د ابراهيم علیه السلام سوځولو ته چمتو كړى و، دومره ستر و، چې مارغان له هغې سیمې تېرېداى نشو. ښكاره ده، چې دغسې ستر اور ته ورنژدېداى نشو؛ نوځكه يې ابراهيم علیه السلام په ټال كې كېناوه او په تېزه يې په اور كې وروغورځاوه. په يو روايت كې راغلي دي: چې كله يې ابراهيم علیه السلام پر ټال كېناوه او په اور كې يې ورغورځاوه؛ نو اسمان، ځمكې او پرښتو چغې كړې او له خدايه يې وغوښتل، چې د ((توحيد اتل)) وژغوري همداراز روايت شوى: جبرائيل علیه السلام د ابراهيم علیه السلام ليدو كتو ته ورغى او و یې ویل: څه اړتيا لرې؟ ابراهيم علیه السلام په لنډو وویل: ((تا ته نه)) دا مهال حضرت جبرائيل وړانديز وكړ او و يې ويل: ((نو له خدايه دې اړتيا وغواړه)) و یې ویل: ((دومره كافي ده، چې له حاله مې خبر دى)) په يو روايت كې لولو: چې كله ابراهيم علیه السلام په اور كې وغورځېد، الله تعالی اور ته امر وركړ: سوړ شه؛ نو اور دومره سوړ شو، چې له سړښته يې غاښونه ړچېدل، تردې چې الله تعالی اور ته امر وكړ: سالم وسه. په دې وخت كې يې د قوم له مشرانو يو وويل: ما اور ته وويل، چې مه یې سوځوه؛ نو د اور يوه لمبه ورپسې شوه او پر خپل ځاى يې وسوځاوه[1403]. موږ ټولو ته د يو ټكي پاملرنه ګټوره ده او هغه داچې كله انسان د وزلو او اسباب په نړۍ كې دومره ډوبېږي، چې انګېري د ژویو ځانګړنې او اغېزې يې پخپله له ځانه دي او له هغه سترې مبدا غافلېږي، چې ژویو ته يې ډول ډول اغېزې وركړي دي. نو الله تعالی كله د بندګانو ويښونو ته، په سبب سازۍ او سبب ورانۍ لاس پورې كوي: داسې ژوي، چې په ظاهره ترې كوم چار نه جوړېږي؛ خو د سترو اثارو سرچينه يې ګرځوي او اپوټه، كو مې وزلې او اسباب، چې په توکیزه نړۍ كې متل دي (؛ لكه د اور سوځونه او د چړې غوڅونه)، له كاره غورځوي، چې جوت شي، دوى له ځانه څه نه لري. دې واقعياتو ته پاملرنه، په مؤمنانو كې د توكل او بندګۍ روحيه دومره ژوندۍ، ويښه او پياوړي كوي، چې يوازې الله تعالی ته یې پام وي او بې له ده مرسته نه غواړي. دوى د ستونزو د اور مړه كول يوازې له ((الله)) غواړي او د ګردو دښمنانو له منځه وړل يې له درشله غواړي او بې له ((الله)) چاته هيلمن نه وي[1404].

((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ =))

73_ امامت او مشرتوب؛ توکیزه او مانيزه مشري: دا آيت د هغو پېغمبرانو په هكله خبرې كوي، چې ياد كړي یې دي او دوى د خلكو (امامان) او مشران معرفي كوي. الله تعالی دې پېغمبرانو ته پر نبوت او رسالت سربېره، د امامت او مشرتوب مقام هم وركړى دى. امامت، د انسان د بشپړتيايي بهير روستى پړاو دى، چې د خلكو د هر اړخيزې توکیزې او مانيزې، ظاهري او باطني، جسمي او روحي مشرۍ پر مانا ده. له امامت سره د نبوت او رسالت توپير په دې كې دى، چې پېغمبران د نبوت او رسالت په مقام او مرتبه كې، يوازې د حق فرمان ترلاسه كوي او خلك ترې خبروي؛ داسې خبرونه، چې له زېري او ګواښنګرۍ سره مل دي؛ خو د امامت په پړاو كې دا الهي کړنلارې پلي كوي؛ كه دا د عدل حكومت د جوړښت له لارې وي که بې له دې. په دې پړاو كې دوى روزنپوهان، د احكامو او كړلارو پلي كوونكي، د انسانانو روزونكي او د نږه، پاك او انساني چاپېريال رادبره كوونكي دي. د امامت مقام هغه مقام دی چې ګردو الهي کړلارو ته د عمل جامې وراغوندي، په بله وینا، مطلوب ته ورسېدل او تشریعي او تکویني ښیون دی. امام له دې اړخ د لمر په څېر دى، چې ژوندي ژوي په خپلو وړانګو پالي[1405].

((وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ =))

78_ داوود او سليمان علیه السلام الهي قاضيان: دا آيت او ورپسې آيت په سر تړلي توګه د حضراتو داؤد او سليمان علیه السلام پېښې او قضاوت ته اشاره كوي. د اهل بيتو له امامانو له يوه راغلي روايته ګټنه كېږي، چې يوه رمه د شپې د انګورو یو بڼ ته ورننوځي او د تاكونو پاڼې او وږي خوري او بڼ زيانمنوي. د بڼ خاوند داؤد علیه السلام ته عرض كوي او نوموړی حكم كوي، چې بايد د وررسېدلي تاوان په بدل كې دې د بڼ خاوند ته ټوله رمه وركړاى شي. سليمان (چې پر هغه وخت کوشنى و) خپل پلار ته وړانديزوي، چې خپل حكم په دې بڼه واړوي، چې رمه د بڼ خاوند ته وسپارل شي، چې له شيدو او وړيو يې ګټه واخلي او بڼ د رمې خاوند ته وركړ شي، چې ورته یې جوړ كړي او چې كله د لومړي حالت په څېر شو؛ نو خاوند ته يې وروسپارل شي او رمه هم بېرته خپل خاوند ته وركړاى شي. د ورپسې آيت له مخې، الله تعالی د سليمان حكم تاييد كړى دى[1406]. دلته پاموړ دوه ټكي دي: يو داچې داوود او سلیمان علیه السلام په حكم كې يوه خوله ول، چې د رمې خاونددې بڼوال ته تاوان وركړي؛ خو د تاوان وركولو په دود او طريقه كې يې اړپېچ درلود. ښايي د داوود علیه السلام د حكم علت دا و، چې بڼ ته د وررسېدلي زيان كچه د رمې د قيمت هومره وه؛ نوځكه يې حكم وكړ، چې بڼوال دې رمه په غرامت كې ونيسي؛ خو حضرت سليمان علیه السلام اسان حكم وكړ. دا عبارتونه (((موږ يې پر پرېكړه شاهد وو)) يا ((او دوى هر يوه ته مو د (عدل) وړتيا او پراخ علم وركړ)) ) ښيي دواړو پېغمبرانو د الهي حكم له مخې قضاوت وكړ او د الله تعالی د تاييد وړ ول؛ خو د يوه حكم يې تر بل اسان و. په رواياتو كې هم لولو، چې داؤد علیه السلام د مخكېنيو پېغمبرانو د حكم له مخې قضاوت وكړ؛ خو الله تعالی سليمان علیه السلام ته وحې وكړه، چې تردې روسته دې حكم په بله بڼه پلى شي. دويم ټكى داچې د قرآن حکیم د آيتونو له مخې، داوود علیه السلام پر هغه مهال، پر ځمكه د الله تعالی خليفه او الهي پاچا او واكمن و او حكم يې حكم و او كه سليمان علیه السلام هم په دې پېښه كې لاسوهنه كړي، هرومرو د پلار په اجازه او په كوم علت وه؛ كه نه څرګنده ده، چې څه مانا نه لري، په يوه پېښه كې دوه قاضیان پرېكړه وكړي او د هر يوه پرېكړه هم ځانته نافذه او اغېزمنه وي؛ نو په آر كې د داؤد او سليمان د ورمندون مانا خپلمنځي سلامشوره و او نه جلا جلا پرېكړه؛ لكه چې له امام باقر رحمة الله علیه نه هم په يو راغلي روايت كې پردې ټكي څرګندنه شوې ده. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو، چې داوود علیه السلام په دې چار بني اسرائيلو ته خپل وصي او ځايناستى وروښود او و یې پوهول، چې سليمان علیه السلام ددې مقام وړ دى[1407].

((وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ =))

81_ شام؛ د سليمان علیه السلام ټاټوبى او بركتناك هېواد دى: له بركتناك هېواده مطلب ((شام)) دى، چې سليمان پكې اوسېده[1408].

((وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ =))

82_ سليمان علیه السلام ته د شياطينو چوپړ: په دې آيت كې چې كوم ژوي د شياطينو په نامه ياد شوي، د سبا سورت په 12 او 13 آيتونو كې ((جن)) نومول شوي او څرګنده ده، چې دواړه يو له بله بېل نه دي؛ ځكه پوهېږو، چې شياطين هم د ((جن)) يا پېريانو له ټبره دي. په جن سورت كې به د جن په باب ويينه وشي. د ص او سبا سورتونو له آيتونو او هم له دې آيته ښه ګټنه كېږي، د پېريانو دا ډله، چې سليمان ته ايل وه، هوښيار، کارنده – فعال، ګړندي، هنروال او ځيرك صنعتګران وو. سليمان علیه السلام ته يې په سمندرونو كې غوپې وهلې، جواهر او ارزښتمن څيزونه يې ورته را ايستل. د ((يَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ)) غونډله، په لنډو ده او شرح يې د سبا سورت په 13 آيت كې راغلي: ((څه چې (سليمان)غوښتل هغوى ورته جوړول: عبادتځايونه، انځورونه او د تالاو په څېر لوى لګنونه او له ځايه نه خوځېدونكي دېګونه)). د سليمان په باب له يو لړ نورو رواياتو (؛ لكه د ص سورت 38 آيت) ګټنه كېږي، چې يوه ډله سرغړاندي شياطين هم ول، چې سليمان ايل كړي ول. ښايي د ((وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ)) غونډله هم دې ته اشاره وي، چې موږ د سليمان چوپړيالان له سرغړونې ساتل[1409].

((وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ =))

83_ د ايوب علیه السلام د داستان لنډيز: له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روایت كې لولو: امام د ايوب علیه السلام د كړاو په هكله وپوښتل شو، چې د ځواب لنډيز يې دا دى: پر ايوب علیه السلام ورغلى كړاو په دې پار نه و، چې د كوم نعمت ناشكري يې كړې وه؛ بلكې اپوټه د نعمت د شكر لپاره و، چې ابليس كينه ورسره وكړه او الله تعالی ته يې وويل، چې ايوب دې ځكه د نعمتونو شكر كاږي، چې سوكاله ژوند او پراخي دې ورلورولې ده، كه د دنيا توکیز نعمتونه ترې واخلي، بيخي به دې شكر و نه كاږي. ما يې پر دنيا لاسبرى كړه، چې همدا مطلب درڅرګند شي. داچې دا پېښه د حق د لارې پلیونو ته يو لاسوند وي؛ نو الله تعالی شيطان ته اجازه وركړه. شيطان راغى او پرلپسې يې د ايوب علیه السلام شتمني او اولادونه له منځه يووړل؛ خو دې دردناكو پېښو نه يوازې د ايوب علیه السلام شكر كم كړ؛ بلكې شكر ايستل يې نور هم زيات شول. شيطان له خدايه وغوښتل، چې پر كرنه او رمو يې هم لاسبرى شي. دا اجازه هم وركړل شوه او شيطان يې كرنې ته اور ورته كړ او رمه يې له منځه يووړه. بيا هم د ايوب علیه السلام شكر ايستل لا ډېر شو. په پايله كې شيطان له خدايه وغوښتل، چې د ايوب علیه السلام پر بدن لاسبرى شي او د سخت رنځ لامل يې شي. همدغسې وشول؛ داسې چې له سخت رنځ او ټپ خوځېداى نشو؛ خو په عقل او درك كې يې لږ شان ګډوډي هم رادبره نشوه. لنډه داچې له ايوب علیه السلام څخه نعمتونه پرلپسې واخستل شول؛ خو ورسره جوخت يې د شكر ايستو حالات ورپورته كېدل، تردې چې يو شمېر راهبان يې ليدو كتو ته ورغلل او و یې ويل: د كو مې سترې ګناه له لامله پر دغسې كړاو اخته شوى يې؟ په دې توګه ددې او هغه پوښتنې ګروېګنې پيل شوې چې دا چار پر ايوب علیه السلام سخت پرېووت. ايوب علیه السلام وويل: د پالوونكي پر عزت مې قسم، چې يوه مړۍ ډوډۍ مې هم بې له پلار مړي او بېوزلي خوړلې نه ده او په الهي غاړه ایښوونه كې مې خورا سخته كړلار ټاكلې ده. په دې وخت كې، چې ايوب علیه السلام د زغم او شكر ايستنې په مقام كې له ازمېینو بريالى راوتلى و، په دعا او مناجات يې لاس پورې كړ او په ادبناك تعبير يې، بې له دې، چې له خدايه ګيله او شكايت وكړي، د خپلو ستونزو هوارى وغوښت. په دې وخت كې د الهي لورنې ورونه پرانستل شول، ستونزې په بيړه لرې شوې او الهي نعمتونه ترمخكې زيات ورولورېدل، الله تعالی يې اولادونه راژوندي كړل او پردې سربېره نور اولادونه يې هم وركړل[1410].

((وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ =))

85_ ذوالكفل: ډېر په نظر رسي، چې دا د بني اسرائيلو يو پېغمبر و. ((كِفل)) د نصيب (برخې) او د كفالت او ژمنتیا پر مانا هم ده. ويلي يې دي، داچې الله تعالی ته يې پرېمانه عبادات او كړنې كولې؛ نو الله تعالی پرېمانه ثوابونه او لورنې ورپه برخه كړې وې؛ نوځكه ذوالكفل (د پوره برخې خاوند) نو مېده. ځينو ويلي: داچې ژمنه يې كړې وه، چې شپې به پر عبادت تېروي او د ورځې به روژه وي او د قضاوت پرمهال به غوسه نه كوي او تر پايه يې پر خپلې ژمنې وفا وكړه؛ نو ذوالكفل ونومول شو. ځينې ګروهن دي، چې ذوالكفل، د الياس لقب دى[1411].

((وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ =))

91_ د مريم علیه السلام ستریا: دا مريم ته يو ستر وياړ دى، چې په قرآن حکیم كې يې نامه د الهي پېغمبرانو په كتار كې راغلى او حال دا له دوى ځنې نه وه[1412].

((وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ =))

95_ نړۍ ته راستنېدا منع ده: دا آيت د هغو كسانو په هكله خبره كوي، چې الهي عذاب مشاهده كړي يا د برزخ نړۍ ته ورشي؛ نو له سترګو يې د ښاڅمنۍ – غرور او غفلت پردې لرې كېږي او هيله كوي، چې كاشكې ددې ټولو ګناهونو د سکېندې – جبران لپاره، نړۍ ته ورستانه شوي واى؛ خو قرآن حکیم په ډاګه وايي: ستنېدا يې يو مخې حرامه او منع ده او د ګناهونو سکیندې ته يې څه لار ورپاتې نه ده. دا آيت د مؤمنون سورت له 99 آيت او 100 آيت سره ورته دى، چې وايي: (هغوى له خپلې بېلارۍ لاس نه اخلي) تردې چې كله يې يو مړ شي؛ نو وايي: ((پالونكيه! ما بېرته (دنيا ته) ولېږه. ښايي نېكې چارې مې چې پرېښې وې، ترسره كړم.)) (خو ورته به وايي:) داسې نه ده![1413].

((حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ =))

96_ هغه مهال، چې د ياجوج او ماجوج لار پرانستل شي: د ياجوج او ماجوج په باب د كهف سورت تر 94 آيت لاندې څرګندونه وركړل شوې. داچې د دوى د لارې له پرانستو مطلب څه دى، د بند نړېدل يې او له دې لارې يې د نړۍ په نورو برخو كې نفوذ او پراختيا يا له هرې خوا يې په نړۍ كې نفوذ؛ نو آيت يې په اړه ډاګيزه خبره كړې نه ده او يوازې دومره يې ويلي، چې پر ځمكه يې خورېدل د نړۍ د پاى او د قيامت د سريزې يوه نښه ده[1414]. د كهف سورت په 97 او 98 آيتونو كې د ذوالقرنين د پېښې او د ياجوج او ماجوج پر مخ د بند په جوړېدو پسې راغلي، چې يو داسې غښتلى بند يې جوړ كړ، چې ياجوج او ماجوج پرې ورختاى نشول او نه يې پكې سوړه ايستاى شوه.

((إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَارِدُونَ =))

98_ په اور كې معبودان؛ له اوره لرې معبودان: له امام باقر رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې راغلي: چې كله د انبيا سورت 98 آيت نازل شو، مكيان يې له اورېدو سخت وډار شول؛ نو عبدالله بن زبعري مكې ته راغى او ويني، چې د قريشو كافرانو ددې آيت په هكله خبرې اترې كوي. ابن زبعري وپوښتل: دا د محمد خبره ده؟ و یې ويل: هو! و یې ويل: كه پخپله منښته پرې وكړي، زه شخړه ورسره كوم، بيا يې هغه او محمد ته د ليده كاته لار برابره كړه. ابن زبعري وپوښتل: دا ويلې غونډله دې يوازې زموږ او زموږ د خدايانو په باب ده او كه د ټولو بوتپالو امتونو او معبودانو په اړه يې ده؟ رسول الله(ص) وويل: ستاسې، ستاسې د معبودانو، ټولو امتونو او معبودانو په باب يې ده؛ خو هغوى چې الله تعالی پخپله استثنا كړی وي. ابن زبعري وويل: پر الله تعالی قسم، اوس په دې ځواب دركړم، ايا ته نه وې، چې د عيسى ښه ځانګړې او صفات دې ويل، سره له دې، چې پوهېږې، نصارا، عيسى او مور يې نمانځي؟! همداراز، يو شمېر خلك، پرښتې نمانځي، ايا دا خلك او معبودان يې په اور كې نه دي؟! كه دي؛ نو عيسى او پرښتې به هم په اور كې وي؟ رسول الله وويل: نه، عيسى او پرښتې په اور كې نه دي؛ نو قريشو جنجال وكړ، و يې خندل، و يې ويل: ابن زبعري ښه ځواب وركړ. رسول الله وويل: پر خبره مې پوه نه شوئ او خوشې جنجال كوئ. ايا و مې نه ويل: بې له هغوى چې الله تعالی پخپله استثنا كړي؟ مطلب مې د الله تعالی دا خبره وه، چې وايي: ((إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى. . . [1415])).

((إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى أُوْلَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ =))

101_ په قيامت كې له عذابه خوندي كسان: له رسول الله (ص) نه په يوه روايت كې لولو، چې علي کرم الله وجهه ته يې وويل: ((علي! (د قيامت پر ورځ) ته او لارويان دې د (كوثر) ډنډ پر غاړه ياست او خپلو دوستانو ته دې (ترې) اوبه وركوې او دښمنان دې ترې منع كوي. تاسې د ستر خپګان پر ورځ؛ خوندي او تر الهي عرش لاندې وګړي ياست. ټول خلك به په ډار كې وي او تاسې به څه ډار نه لرئ، ټول خلك به غمجن وي؛ خو تاسې به څه غم نه لرئ او ستاسې په باب د ((إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَى. . .)) او ((لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ)) آيتونه نازل شوي دي))[1416].

((لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ =))

103_ د قيامت ستره وېره: له وېرې مطلب، هغه وېره ده، چې د نړۍ په پاى او د قيامت په درشل كې د شپیلۍ وهلو پرمهال راپيدا كېږي؛ لكه چې د نحل سورت په 87 آيت كې لولو: ((او هغه ورځ (درياد كړه)، چې شپیلۍ پوه شي (؛ نو) څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، ټول (ژوي) به ډارېږي؛ خو بې له هغو چې الله تعالی وغواړي[1417])).

((يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاء كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ =))

104_ پر هغه ورځ، چې د اسمان پاڼې رانغاړېږي: په تېرو زمانو كې يې، د ليكونو او كتابونو ليكلو ته د طومار یا د اوږد لیک په څېر له اوږدو پاڼو ګټنه كوله، دا طومارونه يې له ليكلو وړاندې رانغاړل او ليكوال سوكه سوكه له يوې لوري پرانستل او په پام كې مطالب يې پكې كښل او د كښلو تر پاى ته رسېدو روسته يې هم رانغاړل او يوې څنډې ته يې اېښوول. له همدې لامله ليكونو او كتابونو يې د طومار بڼه درلوده. دې طومار ته يې ((سِجِل)) وايه. په دې آيت كې، د نړۍ په پاى كې د هستۍ د طومار رانغاړلو په هكله يوه لطيفه تشبيه راغلې ده. په اوسني وخت كې، دا طومار پرانستى دى او ټولې نخچې او ليكونه يې لوستل كېږي او هر يو په يو ځاى كې پراته دي؛ خو چې د قيامت وخت راورسي، دا ستر طومار به له خپلو ټولو نخچو او ليكونو سره راونغاړل شي؛ البته د نړۍ رانغاړېدل د پوپناكېدو او نابودۍ پر مانا نه؛ بلكې د خپلېدو، راټولېدو او جوړېدو پر مانا ده. په بله وينا: د نړۍ بڼه اوړي؛ خو توکي يې له منځه نه ځي. دا يو حقيقت دى، چې د معاد په آيتونو كې له بېلابېلو تعبيرونو (په تېره له ورستو هډوكيو د انسان بيا راپنځېدنه او له قبره راپاڅېدل) ښه موندل كېداى شي[1418].

((=وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ =))

105_ صالح بندګان؛ د ځمكې وارثين: وراثت او وارث له يوه نه بل ته د شتمنۍ لېږد ته وايي (پاتوړی)؛ د ځمكې له وراثته مطلب دادى، چې د ځمكې پر ګټو چارواكي او سلطنت له نورو څخه صالحانو ته ولېږدول شي او پر ځمكه د ژوند بركتونه ورپورې ځانګړي شي. دا بركات يا دنیوي دي، چې له دنیوي ژونده د صالحانو برخمني ده، چې په دې حال كې، د آيت د مفهوم لنډيز دا دى: ژر به ځمكه د شرك او ګناه له چټلۍ پاكه شي، يوه صالحه بشري ټولنه (چې د الله تعالی بندګي به كوي او شرك به ورسره نه كوي) به پكې ووسي؛ لكه چې د نور سورت 55 آيت هم دې مانا ته اشاره لري. يا دا بركات په آخرت پورې اړوند دي او مطلب ترې، الله تعالی ته د ورنژدېدو مقامونه دي او د ځمكې د ميراثېدو (پاتوړي) مطلب، د جنتي ځمكې مالكيت دى؛ لكه چې الله تعالی د زمر سورت په 74 آيت كې د جنتيانو له خولې وايي: ((ستاېنه يواځې د هغه الله تعالی ده، چې له موږ سره يې پر خپلو ژمنو وفا وكړه او موږ ته يې (د جنت) ځمكه په ميراث راکړه، چې د جنت په هر ځاى كې، چې مو خوښه وي، مېشتېداى شو))؛ نو دا آيت هم د دنيا په هكله دى او هم د آخرت؛ يعنې د دنيا او آخرت د بركاتو پايله به دنېكانو وي. پاموړ داچې د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې، د امام زمان علیه السلام او يارانو واكمني يې، ددې آيت يو خورا ستر مصداق ښوول شوى، چې د دنیوي نعمتونو او بركاتو د پايلې ښوونكى دى[1419].

((وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ =))

111_ د الهي مجازاتو ځنډ ته دوه فلسفې: په دې آيت كې د الهي مجازاتو ځنډ ته دوه علتونه ويل شوي: ړومبى علت، ازمېښت دى. الله تعالی كله هم په عذاب كې بيړه نه كوي، چې خلك د كفايت تر بريده ازمېښت كړي، چې غاړه پرې خلاصه شي. دويم علت، مهلت دى، د كومو وګړيو ازمېښت، چې تمام شوى او سزا يې جوته شوې؛ نو داچې سزا يې ښه سخته شي، الله تعالی پرې نعمتونه ورډېروي، چې پوره ورډوب شي، چې بيا په همدې خوندونو ډوب حالت كې يې د عذاب په ښه دردناكه كوړه وهي، چې د بېوزليو او مظلومانو رنځ او كړاو ښه وننګېري[1420].

سورة الحج

د حج سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د منځپانګې مطالب پر شپږو برخو وېشلاى شو: 1_ د معاد په باب پرېمانه مطالب. 2_ له شرك او مشركانو سره مبارزه. 3_ خلك رابولي، چې د تېرو عبرتناك برخليك او ورته الهي عذابونه وڅېړي. 3_ حج او د ابراهيم علیه السلام له وخته يې تاريخي مخينه، د قربانۍ پېښه او طواف. 5_ له ظالمانو سره مبارزه او له يرغلګر دښمن سره جګړه. 6_ د ژوند په بېلابېلو برخو كې پندونه، لمونځ، زكات، پر نېكيو امر او له بديو منع او پر الله تعالی توكل ته هڅونه[1421].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ =))

1_ د قيامت په درشل كې ستره زلزله كېږي: الله تعالی په دې آيت كې ټولو خلكو – مؤمن، كافر، ښځې، نارينه، حاضر، ناسوب – غايب، هغوى چې شته او هغوى چې وي به – ته له دې اړخ، چې انسانان دي، وايي: چې ځانونه د خپل پالوونكي له غوسې بچ كړئ؛ كافر په ايمان راوړو او مؤمن په ديني فروعاتو كې د الهي لارښوونو له مخالفته په ډډې كولو سره. آيت، د تقوا رعايتولو علت، د قيامت د زلزلې سترتوب ښوولى دى. همداراز په دې علت دا زلزله، د قيامت زلزله ښوول شوې، چې د قيامت له نښو او سريزو ځنې ده. د آيت له ظاهره ښکاري، چې دا زلزله د شپیلۍ له لومړي پوكي مخكې ده. د زمر سورت په 68 آيت كې راغلي: ((شپیلۍ پوكولېږي ناڅاپه ټول راپاڅي او (حساب و كتاب ته) سترګې پر لار وي)). دا زلزله په دې دليل له قيامت وړاندې ده، چې آیت فرض كړې، چې خلك په عادي حالت كې دي (، ځينې ښځې دوه ځانې وي او ځينې يې تيخور ماشومان لري) چې ناڅاپه د قيامت زلزله پېښېږي، حالات او ورځې يې په داسې بڼه اړوي، چې په آيتونو كې اشاره ورته شوې ده. بېشكه دا زلزله د شپیلۍ له هغې پوكي وړاندې ده، چې ژوي پرې مري[1422]. دا آيت، هغه حقيقت په سرپوښين ډول څرګندوي، چې د قرآن حکیم په ډېرى آيتونو كې راغلي؛ په قيامت سره په هستۍ كې يو سخت انقلاب او بدلون پيلېږي: غرونه له بيخه رانړېږي، سمندرونه خواره واره كېږي، ځمكه او اسمان سره خپلېږي؛ نوې نړۍ پيلېږي او خلك د قيامت په درشل كې په ستر ډار كې ډوبېږي، چې سر له پښو نه پېژني[1423].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ =))

5_ د بدني معاد دوه دلايل: په دې آيت كې د جسماني معاد دوو ټينګو او سولیزو- منطقي دلايلو ته اشاره شوې ده: يو د جينيني پړاو ادلون بدلون او بل، د بوټو د ودې پرمهال د ځمكې تحولات دي. قرآن حکیم په حقيقت كې خلكو ته د معاد نندارې سپړنه او کېنسته – تشريح کوي، چې خلك په همدې نړۍ كې ورسره مخ دي او تل يې په سترګو ويني؛ خو ترې غافل دي. چې و یې پوهوي، نه يوازې تر مړينې روسته ژوند يو شونى چار دى؛ بلكې په همدې ژوند كې يې ورته نندارې هم وينئ. ايا د هغه له وسې پوره نه ده (چې مړه خاوره پر څاڅكي اړوي او بې ارزښته څاڅكى د ژوند په پړاوونو كې پرمخ وړي او هره ورځ د ژوند نوې جامې وراغوندي او مړاوې او وچه ځمكه داسې تكه شنه كوي، چې ژوند پكې سراسر څپې وهي) چې انسان نوي ژوند ته ورستون كړي؟![1424].

5_ جنيني پړاوونه؛ علقة (پرنډه وينه) او مضغه (ژولې غوښه): دا آيت د انسان د ژوند اوه ګوني پړاوونه يادوي؛ خو د دوو پړاوونو (علقة او مضغه) څرګندونه يې لازمي ده: په درېيم پړاو كې يې، څاڅكى پر علقې (پرنډه وينې) اوړي او سلولونه يې د يوې بې بڼې توت په څېر (د پرنډې وينې په څېر) يو له بل سره يوځاى كېږي. تر لږې مودې تېرېدو روسته، د وېش جغوړى (چې د جنين د اړخونو د وېش پيلامه ده) راپيدا كېږي. په څلورم پړاو كې؛ يعنې مضغه (ژولې غوښه) جنين لږ لږ د ژولې غوښې پڼه خپلوي؛ خو د بدن بېل بېل غړي پكې جوت نه وي؛ خو د جنين پر پوټكي داسې تغييرات پيدا كېږي، چې كوم كار بايد وكړي، هماغه برخه يې تغيير مومي او لږ لږ د بدن غړي راښكاره كېږي. هغه جنينونه، چې له دې پړاوه تېر نشي او هماغسې په مخكېنۍ بڼه يا نيمګړي او ناقص پاتې شي؛ له ليكي ووځي او لوېږي. شونې ده، د ((مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ))عبارت همدې پړاو ته اشاره وي[1425].

((وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ =))

7_ قيامت هرومرو راتلوونكى دى: ددې سورت (5) او(6) آيتونو د معاد د شونتيا خبره كړې او دې آيت يې د جوتيا خبره كړې او ټول يو ټكي ته ور رسي؛ داچې قيامت او د مړيو راژوندي كېدل نه يوازې شوني دي، چې بېشكه عملي به شي. هغوى چې له مرګه روسته ژوند په شونتيا كې شكمن وي، هر كال او هره ورځ يې په انسانانو اوبوټو كې ورته صحنې ويني؛ خو كه د الله تعالی په ځواک كې شكمن وي، په خپلو سترګو يې څرګندې بېلګې ويني، ايا په پيل كې انسانان له خاورو پيدا نه شول؟ نوځكه څه د هېښتيا ځاى دى، چې بل ځل له خاورو راپاڅي؟ ايا هر كال، تر وړاندې مو مړاوې ځمكې نه راژوندۍ كېږي؟ څه د تعجب ځاى دى، چې مړه انسانان له كلونو كلونو روسته ساه واخلي او له خاورو راپاڅي؟ او كه د داسې يو څيز په راپېښېدو كې شكمن وي، بايد پوه شي، چې پر هستۍ د واكمن غونډال – نظام، يوه موخه په پام كې ده؛ كه نه هرڅه خوشې او چټي وه؛ حال دا دا له نادودو او ناكاميو سره اغږل شوى څو ورځېنۍ ژوند، ددې ارزښت نه لري، چې د هستۍ روستۍ موخه دې وي؛ نوځكه بايد يوه بله پراخ او همېشنۍ نړۍ وي، چې وړ وي د هستۍ موخه وشمېرل شي[1426].

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ =))

11_ د درېيو بېلاريو ډلو غندنه: 3، 8 او 11 آيتونه د ((وَمِنَ النَّاسِ)) په عبارت پيل شوي او د درېيو ډلو وضعيت يې را برسېره كړى او غندلى دى. لومړۍ ډله (3 آيت)، بېلاري او ناخبره لارويان دي، چې بې پوهې د الله تعالی په باب شخړه كوي او په هر سرغړاند شيطان (كه له پېريانو وي یا انسانانو، چې هر يو ځانته يوه لومه او نخچه لري) پسې ځي. دويمه ډله (8 آيت)، د لومړۍ ډلې بېلاروونكي مشران دي، چې د الهي ويناوو پروړاندې په كبر، خلك د الله تعالی له لارې اړوي. په ۱۱ آيت كې درېيمه ډله كمزورايمانه دي. دوى دين او ايمان د مادياتو ترلاسه كولو ته وزله كوي كه دا موخه يې پوره شوه؛ نو دين حق بولي، كه نه خوشې او بې بنسټه دى. يو شمېر مفسرانو ددې آيت په شأن نزول كې روايت كړی: كله به يوه ډله بېديا مېشتي رسول الله ته ورتلل، كه روغتيايي حالت به يې ښه و، اسونو به يې ښه بچي راوړي ول، ښځو به يې زامن زېږولي او شتمنۍ او څاروي به يې زيات شوي ول؛ نو خوشحالېدل او پر اسلام او رسول الله(ص) يې ګروهه پيدا كوله؛ خو كه رنځوران ول، ښځو يې لوڼې زېږولې وې او شتمنۍ به يې زيانمنې شوې وې؛ نو زړه يې شيطاني وسوسو نيوه او ورته ويل، چې دا ټولې بدمرغۍ مو د منلي دين په پار دي. دې ډول خلكو، دين ته يوازې د خپلو توکیزو ګټو له دريڅې كتل او د دين د حقانيت كچه او محك يې د دنيا مخه كول ګڼل. دا ډول خلك زموږ په پير او هرې ټولنې كې هم شته، چې په شرك او بوتپالنې ككړ ايمان لري؛ خو بوت يې مېرمن، اولاد او شتمني ده. ښکاره ده، چې دا ډول ايمان او ګروهه، د غڼې تر تاره سسته ده[1427].

((مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاء ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ =))

15_ د هغوى د غوسې سړولو لار، چې له رسول الله سره د الله تعالی له مرستې كولو غوسه دي: مفسرانو، د آيت دلايلو او قراينو ته په پامنيوي په بېلابېلو بڼو تفسير كړى؛ خو سم يې دا دى، چې آيت هغو مشركانو او كافرانو ته اشاره لري، چې د رسول الله پر ضد يې تر هجرت وړاندې په مكه كې او تر هجرت روسته په مدينه كې له هېڅ ډول دسيسې لاس وانخست. په مكه کې يې د رسول الله د وژنې هوډ وكړ او الله تعالی ترې وژغوره او مدينې ته يې هجرت وكړ؛ بيا يې د بدر او احد په څېر په ګڼو جګړو كې د اسلام په له منځه وړو پسې راواخسته؛ خو الله تعالی اسلام ورځ تر بلې پياوړى كاوه او د خپل پېغمبر لاسنيوى يې وكړ؛ نوځكه يې له رسول الله سره كينه زياتېده. الله تعالی يې د كينې پروړاندې وايي: كه ځان له غوسې هلاك كړئ؛ نو ټولې دسيسې مو پر زيان او ستاسې د كمزورۍ لامل به وي او د الله تعالی د واک پروړاندې څه كړاى نشئ[1428].

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ =))

17_ صابئان او مجوس: په دې آيت كې شپږ ډلې يادې شوي، چې د دوو ډلو څرګندونه یې پکار ده: 1_ صابئان: له آيته په لنډو ګټنه كېږي، چې دوى د ځينو اسماني مذاهبو لارويان ول، په تېره، چې په آيت كې، د يهودو او نصاراوو ترمنځ راغلي دي. ځينې يې د يحيى بن زكريا لارويان بولي، چې نوموړی مسيحيانو پاکوونکی یحیی نومولى دى او ځينې ګروهن دي، چې د يهودو او مسيحيانو له ګروهو يې يوه ګډوله جوړه كړې ده؛ نوځكه يې مذهب د دواړو ترمنځ يو منځلارى مذهب بولي. صابئان روانو اوبو ته پر ډېر اهميت قايل ول؛ نوځكه يې ډېرى د سترو ويالو ترڅنګ اوسېدل. وايي: د ځينو ستورو درناوى يې كاوه؛ نوځكه پر ستورپالۍ تورن دي[1429]. 2_ مجوس: يو مشهور قوم دى، چې د ((زرتشت)) لارويان شول او سپېڅلى كتاب يې ((اوستا)) نو مېږي. د زرتشت ژوند ليك او د راښكاره كېدو وخت راته ناڅرګند دى. دې قوم خپل سپېڅلى كتاب پر ايران د اسكندر د يرغل پرمهال يو مخې له لاسه وركړ. ان، چې يوه پاڼه يې هم پاتې نشوه، تردې چې د ساساني پاچايانو پرمهال بيا وكښل شو؛ نوځكه يې د مذهب پر واقعياتو پوهېداى نشو. دا جوته ده، چې مجوسيان د هستۍ تدبير ته د دوو مبداوو پر شتون ګروهن ول؛ يوه د خير مبدا او بله د شر. د لومړۍ نامه ((يزدان)) دى او د دويمې ((اهريمن))؛ رڼا او تياره. همدغسې جوته ده، چې پرښتې يې سپېڅلې ګڼلې؛ خو د بوتپالو په څېر يې بوت ورته نه جوړاوه، چې توسل پرې وكړي. همداراز څلور ګونې عناصر (په تېره اور) يې سپېڅلى ګڼه. په لرغونو زمانو كې مجوسيانو په ايران، افغانستان، چين، هند، او نورو هېوادونو كې اورتونونه درلودل. هستي يې په ((اهورا مزدا)) پورې تړله، چې هر څه پنځوي. له رواياتو ګټنه كېږي، چې يو پېغمبر یې درلود، و يې واژه او كتاب يې وسوځاوه. په ځينو رواياتو كې لولو، چې الله تعالی يو پېغمبر او كتاب ورولېږه؛ خو د ګناهونو له لامله بېلاري شول، د الله تعالی دين يې واړو او پر بدعت اخته شول[1430].

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاء =))

18_ د ژویو سجده: د قرآن حکیم مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې، د هستۍ د ژویو د ټولیزې سجدې، تسبيح، ستاينې (حمد)، او لمونځ خبرې شوي او ټينګار شوى، چې دا څلورګوني عبادات په انسانانو پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې ان په ظاهر بې ساه ژوي هم پكې برخوال دي. ددې آيت د منځپانګې په پامنيوي، د هستۍ ژوي دوه ډوله سجدې لري: تكويني سجده او تشريعي سجده. د حق ارادې، د پنځون قوانينو او پر هستۍ واكمن غونډال ته د ژویو بې قيد و شرط غاړه ايښوونه تكويني سجده ده، چې د ژویو ټولې ذرې رانغاړي، ان د فرعونانو، نمروديانو او ځېلي منكرانو د مغزو ژوندينكې هم په تكويني سجده كې رانغاړلېږي. د يو شمېر څېړونكيو په وينا، د نړۍ ټولې ذرې يو ډول درك او شعور لري او ورسره جوخت، په خپلو شتو او نړۍ كې الله تعالی ستايي او تسبيح يې وایي او سجدې او لمونځ لري[1431]. كه دا ډول درك او شعور ومنو؛ نو د پنځون د قوانينو پروړاندې يې تسليم او خضوع (عاجزي) بيخي نانټې – نه انکار کېدونې ده. عقلمن، ځانخبري- با شعوره، با دركه او د ښاندې –معرفت څښتنان، چې د خپل پالوونكي پروړاندې عاجزي كوي؛ نو تشريعي سجده ورته وايي. دلته دا پوښتنه راولاړېږي، كه انسانان د ژویو په ټولیزه سجده كې رانغاړلېږي؛ نو ولې په دې آيت كې په يوه شمېر انسانانو پورې ځانګړې شوې ده؟ ددې په پامنیوي، چې په دې آيت كې سجده د تشريع او تكوين ترمنځ په يو هراړخيز مفهوم كارول شوې ده، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي؛ ځكه د لمر و سپوږمۍ، ستوريو، غرونو، ونو او خځندو په باب تكويني سجده منظور ده؛ خو د انسانانو په هكله، تشريعي سجده ده، چې ډېرى يې كوي او يوه ډله ترې سرغړونه كوي او د ((وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ)) مصداق دي[1432].

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ =))

25_ په مسجد الحرام كې د ټولو يو رنګتوب: مفسرانو د ((سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ)) د غونډلې په تفسير كې ډول ډول څرګندونې كړې دي. ځينو ويلي، مطلب دا دى، چې په دې توحيدي مركز كې د عبادت په مراسمو كې ټول خلك يو رنګ دي او هېڅوك حق نلري، چې د الله تعالی د كور ترڅنګ د بل د عبادت ربړیجن – مزاحم شي. ځينې په پراخه مانا ورته قايل شوي او ويلي يې دي، خلك نه يوازې د عبادت په مراسمو كې يو رنګ دي؛ بلكې د دمې او نورو اړتياوو لرې كولو ته بايد د مكې د چاپېريال له ځمكې او كورنو په برابره توګه ګټنه وشي. له همدې لامله، ځينو فقهاوو د مكې د كورنو پېر پلور او كرايه حرام كړي او دا آيت پرې دليل او شاهد بولي. په اسلامي رواياتو كې راغلي، چې نه بايد د مكې په كورنو كې د حاجيانو د مېشتېدو مخه ونيول شي. ځينو له دې رواياتو، دا كار حرام كړى او ځينو مكروه بللى دى؛ البته دا مطلب د فقهي سرچينو، رواياتو او تفسير له پلوه جوت نه دى؛ نو د حرامېدو پرېكړه يې ستونزمنه ده[1433].

((وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ =))

26_ ابراهيم علیه السلام ته د كعبې د خونې ځاى ټاكلو مطلب: د رواياتو له مخې، الله تعالی، ابراهيم علیه السلام ته د كعبې د خونې ځاى وروښود، چې د آدم علیه السلام په زمانه كې جوړه شوې وه او د نوح په توپان كې ويجاړه او اثار يې محوه شوي ول. يو توپان ولګېد او خاورې ترې لرې شوې او د خونې بنسټونه راڅرګند شول، يا يوه ټوټه ورېځ راغله او سيورى يې كړ يا په بله وزله، ابراهيم علیه السلام ته د خونې آريز ځاى معلوم او په نښه شو او د خپل زوى اسماعيل علیه السلام په همكارۍ يې له سره جوړه كړه[1434]. داچې په آيت كې یې يو د بل ترڅنګ د ((طائفين))، ((قائمين))، ((ركع)) او ((سجود))څلورګوني عنوانه راغلي؛ نو اټكلولاى شو، چې د الله تعالی د خونې ترڅنګ، ستر عبادت همدا څلور كړنې دي: د الله تعالی د خونې طواف، لمونځ ته درېدل، الله تعالی ته ركوع او سجده[1435].

((وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ =))

27_ پلى يا سور؛ حج وكړئ: په دې آيت كې يې پلي حاجيان تر سپرو ځكه ړومبي ياد كړي، چې د الله تعالی پروړاندې يې مقام اوچت دى؛ ځكه ددې سفر ستر كړاو زغمي. په همدې دليل له پېغمبره (ص) په يو روايت كې لولو: ((چې څوك پلى حج ته ځي، په هر ګام كې اوه سوه نېكۍ لري او سپرو ته په هر ګام كې اويا نېكۍ دي)) ښايي په دې پار وي، چې د الله تعالی د كور اهميت په نښه كوي، چې بايد د هر ډول اسانتیاوو په ګټنې ورشئ او سورلۍ ته سترګې پر لار نشئ. د ((ضامر)) (ډنګر څاروى) تعبير، دې ته اشاره ده، چې دا لار، يوه لار ده، چې څاروى ډنګروي؛ ځكه له وچو، بې وښو بې اوبو او سوځنده بېدياوو تېرېږي. بلخوا، ددې لارې د ستونزو زغملو ته یوه خبرتيا هم ده؛ يا داچې بايد داسې څاروي غوره كړو، چې تكړه، چابك او زغمناك وي او د تمرين په ډګر كې ډنګر شوي وي او هډونه يې ټينګ وي. په دې لار كې غوښن څاروي نه كارېږي او البته په مېلو چړچو كې نازولي انسانان هم ددې لارې خلك نه دي[1436].

((لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ =))

28_ د حج ګټې: په دې آيت كې د ((منافع)) په لفظ كې هېڅ ډول محدوديت نشته؛ ټولې ګټې، مانيز بركات، توکیزې پايلې، وګړنۍ او ټولنيزې ګټې، سیاسي، وټیزې او اخلاقي فلسفې رانغاړي. بايد د مسلمانانو هر ډول پرګنۍ د نړۍ له ګوټ ګوټه ورشي، چې شاهد او څارن وسي او چې څه يې په غوږونو اورېدلي، په سترګو يې وويني. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى، چې ددې کلمې په تفسير كې يې ويلي دي: ((دنیوي او اخروي دواړه ګټې رانغاړي))[1437].

28_ ايام معلومات (ټاكلې ورځې): د اهلبيتو د امامانو د رواياتو له مخې، ټاكلې ورځې؛ ذى الحجې 10، 11، 12، او 13 ورځې دي، چې د تشريق ورځې هم ورته وايي او پر څارويو د الله له نامه يادولو مطلب، د قربانۍ پرمهال يې د الله يادول دي. دا كړه وړه د مشركانو د كړنو پرخلاف دي، چې پسونه او اوښان به يې د بوتانو په لار كې قربانول[1438].

((حُنَفَاء لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاء فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ =))

31_ شرك؛ د توحيد له اسمانه رالوېدل: په دې آيت كې، اسمان د توحيد كنايه ده او شرك له دې اسمانه د رالوېدو لامل دى. طبيعي ده په دې اسمان كې، ستوري، لمر او سپوږمۍ ځلېږي. د هغه پر حال دې خوشحالي وي، كه په دې اسمان كې د لمرو سپوږمۍ په شان نه وي؛ خو لږ تر لږه دې ځلاند ستورى وي. چې كله انسان له دې لوړې رالوېږي، له دې دوو برخليكونو ځنې، پر يوه يې اخته كېږي: په لار كې او مخكې تردې، چې پر ځمكه ولوېږي، د مردارخورو مارغانو ښكار کېږي، په بله وينا: ددې ډاډمنې اډانې په له لاسه وركولو، د سركښو هوسونو په منګولو كې راګېرېږي، چې هر يو يې د شتون او هستۍ يوه برخه تښتوي او نابودوي او كه له دوى بچ شي؛ نو د يو مرګوني توپان په خوله كې ورپرېووځي او په يو لرې ځاى كې يې داسې پر ځمكه ځپي، چې بدن يې وران درنګ كېږي او هره برخه يې په لرې سيمې كې غورځي. ته وا دا توپان د شيطان كنايه ده، چې په څارنځي كې ناست دى. بېشكه څوك چې له اسمانه رالوېږي، هوډ کړای نشي او هره شېبه د نېستۍ پر پلو ور درومي او په پاى كې له منځه ځي. چې چا د ايمان د توحيد هډه له لاسه وركړه؛ نور د خپل برخليك واګې په لاس كې نېواى نشي او چې څومره په دې بهير كې پر مخ ولاړ شي، راپرځېدل يې ګړندي كېږي او په پاى كې ټوله انساني پانګه به له لاسه وركړي. په رښتيا تردې خو شرك ته څرګنده تشبيه نه موندل كېږي[1439].

((وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =))

36_ د قربانۍ لګښت: دا آيت په حج كې د قربانۍ غوښې ته درې لګښتونه يادوي: يو داچې پخپله حاجيان يې وخوري. د ((فَكُلُوا مِنْهَا)) ظاهر دادى، چې فرض دي، حاجيان له قربانۍ څه وخوري. ښايي دا د حاجيانو او اړمنو ترمنځ برابرۍ ته پاملرنه وي. دويم د لګښت ځاى يې ((قانع)) انسان دى. قانع هغه ته وايي، كه څه وركړې راضي او خوشحالېږي، غوسه كېږي نه او نه نيوكه كوي. درېيم د لګښت ځاى يې ((معتر)) دى. معتر هغه دى، چې په انسان پسې ورځي او غوښتنه كوي او ډېر ځل په وركړه نه خوشحالېږي او نيوكه هم كوي. له دې آيته او د همدې سورت له 28 آيته ښه ګټنه كېږي، چې په حج كې د قربانۍ پر مانيز اړخ سربېره، لازم دي، چې د قربانۍ غوښه په لازم ځای کې ولګول شي او هم حاجي او هم اړمن ترې ګټنه وكړي او مسلمانان جواز نلري، چې په منی كې د قربانۍ غوښه پر ځمكه غورځولې پرېږدي، چې ورسته يا تر خاورو لاندې شي، كه په هغه هېواد كې اړمن پيدا نشو بايد نورو هېوادونو ته ولېږدول شي، چې په لازم ځای کې ولګول شي[1440].

((لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ =))

37_ د قربانۍ فلسفه: دا آيت، ددې پوښتنې ځواب دى، چې ايا الله تعالی قربانۍ ته څه اړتيا لري او له آره د قربانۍ فلسفه څه ده؟ دا آيت وايي، چې الله تعالی هډو د حاجيانو قربانيو ته اړتيا نه لري؛ بلكې موخه داده، چې حاجيان د تقوا د درجو په وهلو، د يو بشپړ انسان په بهير كې شي او ورځ تر بلې الله تعالی ته ورنژدې شي. ټول عبادتونه انسانانو ته د روزنې ټولګي دي. قرباني له اړمنو سره د لاسنيوي، سرښندنې او تېرېدنې لوست ورښيي او د الله تعالی په لار كې شهادت ته چمتو والى ورزده كوي. ددې په پامنیوي، چې له وينې ګټنه كړاى نشو، دا تعبير، چې وينه یې هم الله تعالی ته نه ورسي، په ظاهره د جاهلي عربو کړو وړو ته اشاره ده، چې كله به يې كوم څاروى قرباني كاوه، وينه به يې پر بوتانو او كله به يې د كعبې پر وره يا دېوالونو شيندله او ځينې ناخبر مسلمانان هم لېوال ول، چې په دې خرافي كړلار كې ورپسې ورشي. دا آيت رانازل شو او منع يې كړل. په خواشینۍ، چې اوس هم په ځينو ځايونو كې دا جاهلي دود شته، كه د كوم كور جوړولو ته قرباني وكړي؛ نو وينه يې پر چهت يا دېوال شيندي او ان د ځينو جوماتونو په جوړولو كې دا خرافي كړه وړه هم كوي او وينه يې پر جومات شيندي، چې د ناولتیا لامل يې ګرځي[1441].

((أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ =))

((الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ =))

39 او 40: د جهاد د تشريع فلسفه: په دې آيتونو كې د جهاد د فلسفې دوو مهمو برخو ته اشاره شوې ده: ړومبى، د ظالم پروړاندې د مظلوم جهاد، چې جوت فطري او عقلي حق یې دى، چې ظلم ته غاړه كېنږدي، پاڅي وسله وكاروي، ظالم پر خپل ځاى كېنوي او ناولي لاسونه يې له خپلو حقوقو لنډ كړي. بل جهاد د هغو طاغوتيانو پروړاندې دى، چې له زړونو د الله تعالی يادولو او هغو عبادتځايونو د ړنګولو هوډ لري، چې اندونه راويښوي. ددې ډلې پروړاندې هم بايد پاڅون وشي، چې له خاطرو الهي ياد و نه ايستاى شي او خلك د ځان مريان كړي. دا ټكى هم پاموړ دى، چې د جوماتونو او معابدو ړنګول، يوازې دا نه دي، چې په تخريبي وزليو يې ويجاړ كړي؛ بلكې ځينې وخت شونې ده ناسیده یا غير مستقيم دودونه وكاروي او دومره ناسالمې او چټي بوختياوې چمتو كړي يا ناوړه تبليغات وكړي، چې ولسي پرګنۍ له عبادتځايونو او جوماتونو زړه توري شي او دا مراكز پر كنډرو واوړي؛ نوځكه دا هغوى ته خورا څرګند ځواب دى، چې وايي ولې اسلام مسلمانانو ته اجازه وركړې، چې خپلو موخو ته د وررسېدو لپاره وسله وكاروي او ولې اسلامي موخې په منطق نه پلې كېږي؟ ايا هغه ظالم يوازې په خبره اړولاى شو، چې خلك د حق ويلو په ګناه، له خپل كور او كلي شړي، هستي او شتمني يې اخلي او هېڅ قانون او سول- منطق ته غاړه نږدي؟! په هر حال، كه ذهني نظريات يوې خواته كړو او په انساني ټولنو كې شته واقعياتو ته ووينو؛ نو و به منو، چې په ځينو ځايونو كې بې له وسلې او زور كارونې بله څه چاره نشته، چې دا هم د منطق بېوسي نه ده؛ بلكې راښيي، ظالمان د سم منطق اورېدو ته څه چمتوالى نه لري. بېشكه په هرځاى كې، چې منطق اغېزمن وي؛ نو يې د ړومبيتوب حق دى[1442].

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ =

41_ د صالحانو د واكمنۍ دود: دا آيت د الله تعالی د هغو يارانو په هکله تفسير دى، چې په وړاندې آيت كې د مرستې ژمنه وركړل شوې وه: تر واكمنۍ روسته، پر يو نوي طاغوت نه اوړي، له الله تعالی سره يې اړيكه ټنيګه او له خلكو سره هم؛ ځكه لمونځ له خالق سره د تړاو نښه ده او زكات؛ له خلكو سره د تړاو يو رمز دى او پر نېكيو امر او له بديو منع د روغ رمټې ټولنې د جوړولو بنسټيزې ستنې شمېرل كېږي او ددې وګړيو پېژندنې ته همدا څلور ځانګړنې بسيا دي او تر سيوري لاندې يې نور عبادات، نېک كړه وړه او د يوې ايماني او پرمخیونې ټولنې ځانګړنې چمتو كېږي. په ځينو اسلامي رواياتو كې، دا آيت په حضرت امام مهدي او يارانو يې يا عمومي آل محمد (ص) تفسير شوى دى؛ لكه چې له امام باقر رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((دا آيت آل محمد، مهدي او يارانو ته يې دى. الله تعالی يې د ځمكې لر و بر په واكمنۍ كې راوړي، دين يې بريالى كوي، په مهدي او يارانو يې باطل بدعتونه له منځه وړي؛ لكه څنګه چې بدمرغۍ یا شقاوت او كینې حق مړ كړى و، د ظلم نښه به نه ليدل كېږي او پر نېكيو امر او له بديو منع كوي))؛ البته دا احاديث څرګند مصداقونه بيانوي او د آيت مفهوم ټول مؤمن، مجاهد او مبارز وګړي رانغاړي[1443].

((أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ =

46_ د انسان باطني ادراكات: په دې آيت كې د انسان د ادراكاتو ټولګه ((قلب)) (عقل) او ((آذَانٌ)) (غوږونه) ښوول شوي او دې ته اشاره ده، چې پر حقايقو د پوهېدو او درك لپاره تر دوو لارو ډېرې نشته: يا انسان بايد له دننه څه خوټارى ولري او چارې پخپله وڅېړي يا د مينه ناكو ناصحانو، د لارښوونكيو، الهي پېغمبرانو او د حق مېړنو خبرو ته غوږ شي يا په دواړو لارو حقايقو ته ورسي[1444]. بل ټكى داچې قرآن حکیم وايي: ((ډېر داسې كسان شته چې سترګورې سترګې او اورېدونكي غوږونه لري؛ خو په واقع كې ړانده او كاڼه دي)). په حقيقت كې هغوى چې ظاهري سترګې له لاسه وركوي، ړانده نه دي او كله يې تر ټولو د زړونو سترګې سترګورې وي. واقعي ړانده هغوى دي، چې د زړونو سترګې يې ړندې شوې وي او حقيقت نه درك كوي. له رسول الله (ص) نه په يوه روايت كې لولو: ((خورا ناوړه ړوندتوب، د زړه ړوندتوب دى)) همدغسې وايي: ((چې الله تعالی له كوم بنده سره نېكي كوي، د زړه سترګې يې پرانځي، چې پټ څيزونه پرې وويني))[1445].

((وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ =))

47_ الهي حلم او زغم: مفسرانو د ((وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ)) په تفسير كې ډول ډول خبرې كړي؛ خو دا سمه په نظر رسي، چې الله تعالی ته یوه ورځ او زر كاله يو شان او برابر دي او كه الله تعالی د مشركانو په عذاب غوښتنې پسې سملاسي يې په عذاب كړي يا داچې زر كاله مهلت وركړي او بيا يې عذاب كړي؛ نو ورته يو شان ده او توپير نه لري او په پايله كې به پر الهي عذاب اخته شي؛ ځكه الله تعالی كله هم له خپلې ژمنې نه اوړي[1446]. په حقيقت كې دا آيت د الله تعالی د ((حلم)) د صفت بيانوونكى دى[1447]؛ ځكه حلم د مهلت وركولو او د ګناه د سزا د ځنډولو پر مانا ده[1448]. بلخوا هغه بيړه كوي، چې ډارېږي، فرصت يې له لاسه ووځي او شونتياوې يې پاى مومي؛ خو هغه الله تعالی، چې له ازله تر ابده پر هر څه وسمن او لاسبرى و او دى، بيړه ورته او څار نه ده او تل خپلې ژمنې ترسره كولاى شي[1449].

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ =))

52_ د رسول او نبي توپير: د ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ)) له غونډلې ښه ګټنه كېږي، چې د ((رسول)) او ((نبي)) ترمنځ توپير شته. په دې هكله ډېرې خبرې شوي؛ خو دا ډېره مناسبه برېښي، چې رسول هغه پېغمبر ته ويل كېږي، چې د خپل دين تبليغ او بلنې ته مؤظف وي او لكه چې د رسولانو په ژوند ليك كې وينو، په دې لار كې يې له هر ډول هڅې درېغ كړى نه دى او ډول ډول ستونزې يې زغملي؛ خو ((نبي)) لكه چې له آريزې مادې يې څرګنده ده، هغه دى چې خلك له الهي وحې خبروي، كه څه په پراخ تبليغ يې مؤظف نه دى. نبي په رښتینه – واقع كې هغه طبيب ته ورته دى، چې رنځوران ورځي او درملنه او درمل ترې غواړي. د رسولانو او پېغمبرانو شرايطو سره توپير درلود او هر يو بېل بېل ماموريت درلود[1450]؛ البته ځينې ستر مفسران د اهلبيتو د امامانو له رواياتو په لاسوند، پردې اند دي، چې ((رسول)) هغه دى، چې الهي وحې پرې رانازلېږي او پرښته ويني او خبرې ورسره كوي؛ خو ((نبي)) هغه دى، چې خوب ويني او په خوب كې وحې ورته كېږي[1451].

52_ د پېغمبرانو په موخو كې د شيطان القائات او اچونې: په تفاسيرو كې ددې آيت په اړه ډول ډول خبرې شوي، تردې چې ځينې خبرې د رسول الله (ص) د معصومیت له مقام سره (چې په غوڅو دلايلو جوت شوى دى) بيخي په ټكر كې دي. علامه طباطبايي د ((تَمَنَّى)) د لفظي مانا په پامنيوي، آيت په دوو بڼو تفسير كړى. لومړى داچې كه ((تَمَنَّى)) د زړګنۍ هيلې پر مانا وي. د آيت مانا داسې ده: موږ، چې درنه مخكې هر نبي او رسول لېږلى؛ خو هيله یې كوله، چې د الله تعالی دين پرمختګ وكړي او خلك پرې ايمان راوړي، شيطان يې په دې بڼه په هيلو كې لاسوهنه كوله، خلكو ته يې د هغه د دين په اړه وسوسه كوله او ظالمان يې د هغه پر ضد راپارول او فاسدان يې غولول او په دې توګه يې پېغمبر نهيلاوه؛ خو الله تعالی په پايله كې شيطاني تصرفات، ټکې او خلل له منځه وړه او خپل آيتونه يې تينګول او د خپل پېغمبر هڅې يې پايلې ته رسولې. د ((تمنى)) دويمه مانا ((لوستل)) دي؛ نوځكه د آيت مانا داسې ده: چې تر تا وړاندې مو هر پېغمبر لېږلى، چې كله يې خلكو ته د الله تعالی آيتونه لوستل؛ نو شيطان يې په زړونو كې بې لاروونكي شبهې او ټكې اچولې او وسوسه كول يې، چې پر الله تعالی يې له ايمان راوړو واړوي؛ خو الله تعالی، شيطاني ټكې باطلولې او خپل پېغمبر يې د وسوسو په ردلو لاسبراوه يا يې كومه نښه ورلېږله، چې رد یې كړي[1452]. يادونې وړ ده، چې حاضره ژباړه، د ړومبۍ مانا له مخې ده.

((الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ =))

56_ په قيامت كې د الله تعالی واكمني: پام مو وي، چې د الله تعالی واكمني، يوازې د قيامت په ورځې پورې ځانګړې نه ده؛ بلكې نن او همېش الله تعالی مطلق واكمن دى. داچې په نړۍ كې نور مالكان او واكمن شته (چې البته د واكمنۍ ټغر يې ډېر محدود او كمزورى دى او ظاهري اړخ لري)؛ نو شونې ده دا چار دا فكر راولاړ كړي، چې بې له خدايه بل واكمن او مالك شته؛ خو په قيامت كې دا حقيقت پوره څرګندېږي، چې يوازې الله تعالی واكمن او مالك دى. په بله وينا، دوه ډوله حاكميت او مالكيت شته: حقيقي حاكميت، چې پر مخلوق د خالق حاكميت دى او بل د خلكو ترمنځ معمول اعتباري او قراردادي حاكميت. په نړۍ كې دواړه مالكيتونه شته؛ خو په آخرت كې، د قرار دادي او اعتباري واكمنۍ ټغر راټولېږي او يوازې د هستۍ د خالق حقيقي واكمني پاتېږي[1453].

((وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ=))

58_ د الله تعالی په لار كې مرګ د شهادت په څېر دى: ځينو مفسرانو، دې آيت ته يوشأن نزول راوړى، چې لنډيز يې دا دى، چې مدينې ته مهاجرين راغلل، ځينې يې په پنځیز – طبيعي مرګ له نړۍ ولاړل او ځينې يې شهيدان شول. په دې وخت كې، يوه ډله شهيدانو ته په ګرسره فضايلو او ځانګړنو قايله شوه. دا آيت رانازل شو او دواړه يې په غوره الهي نعمتونو كې رانغاړلي وښوول. ځينو مفسرانو له دې تعبيره داسې پايله اخستې، چې مهمه، د الله تعالی په لار كې ساه وركول دي، كه په شهادت وي که پنځیز مرګ. څوك چې د الله تعالی لپاره او د الله تعالی په لار كې ومري، د شهيدانو په ثواب كې رانغاړېږي[1454]. له اميرالمؤمنين علي (ك) روايت شوى: ((. . . . . چې تاسې هر يو په خپله بستره كې ومرئ؛ خو چې د الله تعالی، پېغمبر او نبوي كورنۍ حق مو پېژندلى وي؛ نو شهيد مړ شوئ او بدله يې له الله تعالی سره ده او د خپل نيت له مخې، د نېكو كړنو ثواب دركول كېږي او نيت يې د تېرې تورې د را ايستو په څېر دى[1455])) ددې ټكي يادونه اړينه ده، چې د الله تعالی په لار كې هجرت، پراخه مانا لري او ټول هغه كسان پكې رانغاړېږي، چې د الله تعالی په لار كې هجرت كوي؛ لكه د صدر اسلام مهاجرين يا هغوى چې حج ته ځي. همداراز هغوى چې د ديني علومو زده كړې يا ددين تبليغ يا پر نېكيو امر او له بديو منع ته او د كافرانو او اشرارو د لرې كولو لپاره له خپل ټاټوبي ووځي، په دې آيت كې رانغاړېږي[1456].

((ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ =))

۶۱_ د شپې او ورځې سوكه سوكه او سنجول شوې اوړېدنې: ((يُولِجُ)) د ((ايلاج)) له مادې په آر كې له ((ولُوج)) د ننوتو پر مانا ده. دا تعبير د كال په بېلابېلو څپركيو كې د شپې او ورځې سوكه سوكه او سنجول شوې اوړېدنو ته اشاره ده، چې له يوې كمېږي او پر بل ورزياتېږي؛ داسې يو پايښتى او سنجول شوى غونډال، چې له ميليونونو كلونو راهيسې په چلن كې دى. دا احتمال هم شته، چې دا تعبير لمر خاته او لمر پرېواته ته اشاره وي، چې د ځمكني چاپېريال د هوا د ځانګړو شرايطو په پار په ناڅاپي بڼه ترسره کېږي؛ بلكې د ګهيځ په پيل، د لمر وړانګې د هوا په پاسنيو پوړيو لګي او ورو ورو كوزنيو پوړيوته لېږدول كېږي؛ ته وا ورځ سوكه سوكه په شپه كې ورننوځي او د رڼا لښكر د تيارو پر لښكر لاسبرېږي او اپوټه، په لمر پرېواته كې، رڼا لومړى د هوا له كورنۍ پوړۍ راټولېږي او لږه تياره كېږي او سوكه سوكه له پاسنيو پوړيو د لمر تر روستۍ وړانګې راټولېږي او د تيارې لښكر هر ځاى ايلوي. كه دا موضوع نه واى او د لمر ختل او پرېوتل په يوه شېبه كې واى او له شپې نه ورځې ته او له ورځې نه شپې ته ناڅاپي لېږد، انسانانو ته هم له جسمي او روحي پلوه زيانمن و او هم له ټولنيز پلوه، چې دې چټك او برسريزې تغيير، ډېرې ستونزې راولاړولې. كېداى شي دا آيت دواړو تغيرونو ته اشاره وي[1457].

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاء أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ =))

65_ د بېړيو ګرځېدل؛ د الله تعالی د لورنې يوه نښه: انسان ته د اسمان او ځمكې د ژویو ايلېدل په دې مانا دي، چې دا يې د انسان د ګټو او كمال په بهير كې ورايښي دي. په ځمكني نعمتونو كې يې په ځانګړي ډول په سمندرونو كې د بېړيو ګرځېدل راګرځېدل ځكه ياد كړي، چې بېړۍ په تېر او اوس كې د انسانانو او توکیو، د اړيكو او لېږد خورا مهمه وزله ده او تر اوسه يې يوې لېږديزې وزلې هم ځاى نيولى نه دى. كه پوره يوه ورځ په سمندرونو كې بېړۍ ودرېږي؛ نو يو مخې به د انسانانو ژوند ګډوډ شي؛ ځكه د وچې لارې د دومره وزليو او توکیو د لېږد وس نه لري. بيا الله تعالی يو بل ستر نعمت ته اشاره كړې، چې هغه اسمان (كرات او اسماني ډبرې) ساتي، چې بې حكمه يې پر ځمكه ونه غورځي. له يوې خوا يې اسماني كرات په خپل مدار كې پر حركت راوړي، چې له مركزه د تېښتې او مركز ته د ورجذبېدو د قواوو د انډول له مخې يې ترمنځ څه ټكر رانشي. بلخوا د ځمكې تشیال يې داسې پنځولې، چې د لالهاندو او سرګردانو ډبرو غشي پرې و نه لګي، چې اوسېدونكيو ته يې څه خپګان پېښ نشي. هو! دا پر خپلو بندګانو د الله تعالی لورنه ده، چې د ځمكې زانګو يې د خلكو امن او ارامۍ ته او له هر ډول خطره خالي پنځولې، چې نه لالهاندې اسماني ډبرې پرې راوغورځي او نه نور كرات ورسره په ټكر كې شي[1458].

((لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُّسْتَقِيمٍ=))

67_ په اسماني اديانو كې د نويو عباداتو فلسفه: په دې آيت كې له ټولو امتونو مطلب، تېر امتونه دي، چې یو په بل پسې تر اسلامي امته رارسېدلي دي؛ نه د رسول الله (ص) د زمانې امتونه؛ لكه عرب، عجم او روم. د ((فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ)) غونډله مشركان او د پېغمبر علیه السلام د بلنې منکرین، د هغه د راوړي عبادت په اړه له شخړې منع كوي؛ لكه چې د كتابيانو ځينې كافرانو يا مشركانو، چې ځينې اسلامي عبادات ليدل، چې ورته نوي ول)؛ ځكه ورته يې په تېرو اديانو؛ لكه يهودي دين كې ليدلي نه ول(؛ نو له رسول الله سره يې شخړه كوله، چې دا عبادت دې له كومه راوړی دی؛ موږ خو يې په څېر په تېرو اديانو كې ليدلى نه دى او ته چې نن ددې عبادت راوړونكى يې، كه په رښتيا پېغمبر يې؛ نو بايد د تېرو اديانو مؤحدينو به پېژانده. الله تعالی يې نيوكه ځوابوي: تېر هر يو امت، ځانګړى عبادت درلود، چې په هماغه بڼه يې الله تعالی لمانځه. د يو امت عبادت بل ته نه لېږدول كېده؛ ځكه الله تعالی په نوي شريعت، پخواني شرايع نسخول او غوره يې ترې راوړی؛ ځكه د روستيو امتونو اندونه تر وړاندینيو پرمخیوني ول او تر مخكينيو يې د غوره او ښه پوره عباداتو وړتيا او استعداد موندلى و؛ نو له رسول الله(ص) سره ناندرۍ مو څه مانا نه لري، چې ولې يې عبادت د تېرو امتونو له عباداتو سره ورته نه دى[1459].

((وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ =))

72_ منکر كافران؛ بې منطق او توند خويه دي: كافرانو به د الهي آيتونو د اورېدو پرمهال، د قرآن حکیم د ژوندي منطق او خپل جاهلي تعصب ترمنځ ټكر مونده او داچې حق ته يې غاړه نه ايښووله؛ نو بېواكه يې په څېرو كې د نټې نښې راښکارېدې؛ البته موضوع همدلته پاى ته نه رسېده؛ بلكې د سخت ځېل له لامله يې د الله تعالی د آيتونو لوستونكي ګواښل. سولیز – منطقي انسان، چې خلاف خبره واوري، په سول – منطق يې ځوابوي. د كافرانو دا ناسم غبرګون، پخپله ښيي، دوى په دليل او سول پسې نه ځي او جوتوي، چې يوازې ناپوهي او تعصب پرې واكمن دى. قرآن حکیم ددې بې منطقانو پروړاندې رسول الله ته ډاډ وركوي: ((ووايه: ايا تردې لا له ډېر بد څيز مو خبر كړم؟ هماغه سوځنده اور [= دوزخ]، چې الله تعالی يې له كافرانو سره ژمنه كړې ده. . . .))؛ يعنې كه په انګېرنه مو داچې الهي آيات مو له ناسمو اندونو سره همغږي نه دي؛ نو بد دي؛ نو زه تردې بدتر درښيم، چې هغه الهي دردناك مجازات دي، چې ستاسې د ځېل په پايله كې به مو له غاړې راونيسي[1460].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ =))

73: دروغجن معبودان؛ مچ پنځولاى نشي: له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې راغلي: ((د قريشو د مشركانو دود و، چې د كعبې پر شاوخوا بوتانو يې مشك او عنبر موږل او عاجزي يې ورته كوله. . . الله تعالی [يې د پوهولو لپاره، چې بوتان د كوم څيز مالكان نه دي] يو شين څلور وزری مچ ورولېږه او پر بوتانو یې پراته مشك و عنبر وخوړل. الله تعالی دا آيت په دې اړه رانازل كړ[1461])). شونې ده، د آيت ددې غونډلې (= هغوى چې بې له ((الله)) يې بلئ، بيخي يو مچ پنځولاى نشي، كه څه ددې چار لپاره لاسونه سره يو كړي) تر لوست روسته ذهن ته پوښتنه راشي، چې نن انسان د پوهې په مرسته داسې نوېستنې – اختراعات كړي، چې څو ګرايه له مچه اوچت او غوره دي: د لېږد چټكې وزلې او داسې فضايې بېړۍ يې جوړې كړي، چې د سترګو په رپ كې اوږد واټونونه كچوي او داسې برېښنایزو ماغزو نوېستنه يې كړي، چې په يوه شېبه كې پېچلي رياضي معادلې حلوي؛ نو آيا دا آيت د اوسني پېر انسان په اړه هم صادق دى؟ په ځواب كې وايو: بېشكه د عقل دا هېښنده وزلې د بشري صنايعو پر سرباندې پرمختګ يو دليل دى؛ خو دا د يو ژوندي ژوي د پنځون د راز پروړاندې يو ساده او ناڅيزه چار دى. كوم كتابونه، چې د مچ په څېر د کوشنيو حشرو د فېزيولوژي او بيولوژيكي فعاليتونو په هكله ويينې كوي، که په ځير یې وڅېړو؛ نو وبه وينو، چې د يو مچ د مغزو جوړښت، د اعصابو لړۍ يې او د هاضمې غونډال يې تر يوې خورا پرمختللې الوتكې څو څو ګرايه اوچت دى او له آره ورسره پرتله كېدونى نه دى. تر اوسه پوهانو ته د ژوندي ژویو ژوند، حس، حركت، وده او زوكړه يوه معما ده او ددې ژویو په جوړښت كې، چې كو مې ريزه كارۍ شوي، نه حلېدونكي معماوې دي[1462].

((وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ =))

78_ اخلاص؛ د الله تعالی په لار كې د جهاد حق: مفسرانو د ((وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ)) تر تفسير لاندې ويلي، چې دلته جهاد له دښمنانو سره د وسلوالې مبارزې پر مانا نه؛ بلكې لكه څنګه چې له لغوي مفهومه يې ګټنه كېږي، د الله تعالی په لار كې هر ډول هڅې، نېكيو كولو ته زيار ايستل، له سرغړاندو هوسونو او ځاني غوښتنو سره مبارزه (اكبر جهاد= ستر جهاد) او له ظالمو دښمنانو سره د جګړې (اصغر جهاد= کوشنى جهاد) پر مانا ده. طبرسي په مجمع البيان كې له ډېرى مفسرانو را اخلي، چې د جهاد له حقه منظور، د نيت نږه توب او د الله تعالی لپاره د كړنو كول دي. بېشكه، د ((جهاد حق)) پراخه مانا لري، چې څومره والى، څرنګوالى، ځاى، وخت او نور اړخونه رانغاړي؛ خو داچې له نفس سره په جهاد كې خورا سخت پړاو د اخلاص پړاو دى؛ نوځكه يې ورباندې ډډه وهلې ده؛ ځكه د انسان په زړه او كړنو كې د غير الهي اندونو او نيتونو نفوذ دومره پټ دى، چې يوازې ځانګړي بندګان ترې بچېداى شي[1463].

78_ ابراهيم علیه السلام ؛ د اسلامي امت پلار: ابراهيم علیه السلام ځكه د مسلمانانو پلار نومول شوی، چې الله تعالی ته يې غاړه ايښې وه[1464]. بلخوا، قرآن حکیم يې له خولې وايي: ((چې څوك راپسې راشي؛ نو له ما ځنې دى[1465])) او په دې خبره يې، خپل پلیوني په ځان پسې وتړل او همداراز ترې وايي: ((ما او اولاد مې د بوتانو له نمانځنې بچ كړه[1466])). بېشكه له اولاده يې منظور، مسلمانان ول؛ ځكه څه مانا نه لري، چې د خپل ځوځات مشركانو ته دعا وكړي. قرآن حکیم هم په دې اړه وايي: ((ابراهيم ته ډېر نژدې (او منسوب) خلك هغوى دي، چې د ده لاروي يې كړې ده او (په هغه وخت كې يې لاروۍ ته با وفا ول، همداراز) دا پېغمبر او هغوى چې ايمان پرې راوړى دى (ابراهيم ته منسوب دي)[1467])). ددې آيتونو له ټوله څرګندېږي، چې ولې قرآن حکیم حضرت ابراهيم علیه السلام د اسلامي امت مانيز پلار او مسلمانان يې د ده مانيزه اولاده ګڼلې ده؛ ځكه نوموړی ړومبى مسلمان و او خپل پلیوني يې (چې مسلمانان ول) خپل اولاد ګڼلى دى.

 

سورة المؤمنون

د مؤمنون سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د مطالبو ټولګه په څو برخو وېشلاى شو: 1_ د مؤمنانو د فلاح او ژغورنې ځانګړنې. 2_ د هستۍ پر ټغر د الله تعالی بېلابېلې نښې. 3_ د يو شمېر پېغمبرانو ژوند ليك. 4_ مستكبرانو ته په سولیزو دلايلو او كله په توندو او ځپنده تعبيراتو ګواښنه، چې د معاد په هكله لنډې ويينې هم پكې شته. 6_ پر هستۍ د الله تعالی تعالى واکمني. 7_ د قيامت بيا يادونه. 8_ د انسان د پنځون موخه. (نمونه، 14: 190 مخ.)

((الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ= ))

2_ خشوع؛ د لمانځه روح: خاشعون، د خشوع له مادې او مانا يې په انسان كې د يوې سترې وګړې يا مهم حقيقت پروړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا كېدنه ده، چې اغېزې يې په بدن كې را برسېرېږي. دلته قرآن حکیم لمونځ كول د مؤمن نښه نه بولي؛ بلكې په لمانځه كې يې خشوع د مؤمن له ځانګړنو ښوولې ده؛ دې ته اشاره، چې لمونځ يې تش الفاظ او بې ورحه حركات نه دي؛ بلكې د لمانځه پرمهال پالونكي ته د ورپامېدو حالت پكې پيدا كېږي، چې له ((غير الله)) جلا او له ((الله)) سره يوځاى كېږي. دومره له پالونكي سره په رازو نياز كې ډوبېږي، چې دا حالت يې د بدن پر ټولو ژوندينكو اغېز پرېباسي. ځان د يوې بې پايه شتون پروړاندې يو بڅرى ويني او د پراخ سمندر پروړاندې يو څاڅكى. په يوه حديث كې لولو، چې رسول الله (ص) يو تن وليد، چې په لمانځه كې له خپلې ږيرې سره لوبې كوي. و یې ويل: ((كه زړه يې عاجز واى؛ نو د بدن غړي يې هم عاجزېدل))؛ دې ته اشاره ده، چې خشوع او عاجزي، يو دنننى حالت دى، چې پر دباندې هم اغېز شيندي.[1468] له همدې لامله له حضرت رسول اكرم (ص) روايت شوى دى: ((الله تعالی ته له منافقانه عاجزۍ پناه يوسئ)) وویل شو: منافقانه عاجزي څه ده؟ و یې ويل: ((داچې د چا بدن عاجز ووينې؛ خو زړه يې خاشع نه وي)).[1469] په لمانځه او نورو عباداتو كې د زړه د حضور او د تواضع حالت پيدا كولو لپاره دا سپارښتنې په پام كې ونيسئ: 1_ د داسې پوهاويو ترلاسه كول، چې دنيا د انسان په نظر كې کوشنۍ او ((الله)) ستر وښيي، له معبود سره د رازو نياز پرمهال يې يو دنیوي چار هم له ((الله)) پام وانه ړوي. 2_ معمولاً خواره واره كارونه د حواسو د ځېرنې او راټولېدو مخه نيسي او انسان، چې څومره توفيق ومومي، چې خپلې جړې پړې او خپرې ورې بوختياوې كمې كړي؛ نو په خپل عبادت كې به يې د زړه له حضور سره مرسته كړې وي ۳. د لمانځه د ځاى ټاكنه هم په دې چار كې اغېز لري؛ نوځكه په داسې ځایونو کې لمونځ كول مكروه دي، چې د انسان ذهن ځان ته وراړوي؛ نوځكه غوره ده، چې د مسلمينو عبادتځايونه ساده او بې پړق و پړوقه وي، چې دا وضعيت د زړه له حضور سره مرسته كوي. 4_ له ګناه ډډه كول هم يو اغېزمن لامل دى؛ ځكه ګناه، زړه، له خدايه لرې كوي. 5_ بل اغېزمن لامل؛ د لمانځه پر مانا، كړنو او د اذكارو پر فلسفې يې پوهېدل دي. 6_ دغسې د لمانځه په سريزو او پخپله لمانځه كې د لمانځه مستحبات او ځانګړي اداب مراعاتول. 7_ څارنه، تمرين او تلتیا – استمرار. ډېر ځل كېږي، چې په پيل كې، انسان په ټول لمونځ كې يوه لنډه شېبه اندیزه ځیرنه ومومي؛ خو كه همدې حالت ته دوام وركړي؛ نو داسې نفسي او ځاني ځواک پيدا كوي، چې د لمانځه پرمهال به د ((غير الله)) پروړاندې د خپل زړه ټولې دريمڅې وتړي. (نمونه، 14: 204 مخ.)

((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ= ))

3_ لغو څه ته وايي؟: لغو، هغه چار دى، چې څه ګټه و نه لري؛ البته دا يو نسبي چار دى؛ يعنې ډېر ځل يو چار وي، چې په خپل بريد كې ګټور او له بل سره په پرتله لغو وي؛ نو د دين له پلوه، لغو چارې، هغه مباح او حلالې كړنې دي، چې څه داسې اخروي يا دنیوي ګټه و نه لري، چې پر آخرنۍ ګټه پاى ومومي؛ لكه د خوړو خوړل، چې په پيل كې لازم مطلوب او اړين چار دى؛ خو كه موخه يوازې خوند اخستل وي؛ نو د دين له پلوه يو لغو چار دى؛ ځكه له خوړو موخه، ځان د الله تعالی عبادت ته چمتو او پياوړي كول دي؛ نو په دقيق نظر ويلاى شو، هر چار، چې واجب يا مستحب نه وي، لغو دى. كه ټولې چارې -؛ لكه خوراك، ويدېدل، واده او. . . . . – د الله تعالی د رضا د ترلاسه كولو په موخه وكړو؛ نو مستحبات به مو ترسره كړی وي.[1470]

((وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ =))

18_ د ځمكتل اوبو زېرمې؛ ځمكوالو ته ستر نعمت دى: پوهېږو، چې د ځمكې د مخ پوټكى يومخې له دوو بېلابېلو پوړيو جوړ شوى دى: نفوذي پوړۍ او نانفوذي پوړۍ. كه د ځمكې مخ نفوذي واى؛ نو سملاسي د باران اوبه د ځمكې ژورو ته تلې او څه موده روسته ټول ځايونه وچېدل او د اوبو به څاڅكى هم نه پيدا كېده او كه د ځمكې مخ د كانكر په څېر نا نفوذه واى، د باران اوبه پر ځمكې پاتېدې، چټلې او بوينېدې او پر انسان يې ځمكه تنګوله او د ژوند پرځای، د انسان د مرګ لاملېده؛ خو ستر الله تعالی پورتنى پوټكى نفوذي او لاندینۍ يې نا نفوذه كړى دى، چې اوبه په ځمكه كې ډوبې ولاړې شي او په نا نفوذه سيمه كې كابو او زېرمه كړاى شي او بيا د چينو، څاګانو او كاريزونو له لارې ترې ګټنه وشي؛ بې له دې، چې ګنده، بوينې او د تكليف لامل شي. چې كله له څاه خوندورې اوبه راكاږو او په څښلو يې طبيعت موجوړېږي؛ نو شونې ده د باران هغه څاڅكي وي، چې په زرګونو كلونه وړاندې له وريځو ورېدلي وي او د ځمكې په تل كې، نن ته خوندورې زېرمه شوې وي. هغه الله تعالی، چې انسان يې ژوند ته پيدا كړى او اوبه يې د ژوند مهم علت كړى دى؛ نو تر ده وړاندې يې ددې ژوندينۍ مادې زېرمولو ته ډېرې مهمې سرچينې پيدا كړي، چې اوبه پكې زېرموي.[1471]

((وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ =))

20_ طور سينا؛ د زيتون ونې د راټوكېدو ځاى: طور سينا د سينا به بېدیا كې يو غر دى. قرآن حکیم دلته د زيتون ونه يوه ونه نوملې، چې د طور له غره راټوكېږي، دليل يې دا دى، چې كله به د حجاز عرب ددې سيمې له وچې بېديا تېرېدل او شمال ته به يې مخه شوه؛ نو لومړى به يې د سينا بېديا په سوېل كې د زيتونو ډكو ونو پر سيمې سترګې لګېدې، كه جغرافيايي نخچه ووينو؛ نو دا مطلب ښه څرګندېږي.[1472].

((فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِ جَنَّاتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَّكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ. وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ =))

19 او 20_ کجوره، زيتون او انګور: ددې مېوو پر ځانګړنو د پوهېدو لپاره وګورئ: د نحل_11 آیت څرګندنه.

((فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ فَاسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ =))

27_ د نوح علیه السلام داستان: ددې آيت مضمون ته ورته، د هود سورت په (37 _ 40) آيتونو كې راغلى دى. ددې آيت د ځينو ټكيو پر منځپانګې (؛ لكه د نوح علیه السلام د بېړۍ ستریا، هغه تنور، چې اوبه ترې راوخوټېدې او هغوى ته چې له وړاندې د هلاكېدو ژمنه وركړاى شوې وه.[1473])

((إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ =))

30_ ازمېښت؛ الهي پرېكنده قانون: شونې ده د ((وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ)) غونډله دې ته اشاره وي، چې موږ څو ځل د نوح علیه السلام قوم و ازامېيه او چې په ازمېښتونو كې ناكام شو؛ نو هلاك مو كړ. همداراز شونې ده، دې ته اشاره وي، چې موږ په هر پېر كې ټول انسانان ازمېيو او څه چې په تېرو آيتونو كې راغلي، د نوح علیه السلام د وخت په خلكو پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې هر وخت په بېلابېلو بڼو ازمېښتونه اخستل كېږي. په دې ازمېښتونو كې هغوى چې د تكامل پر لار اغزي وي، له مخې يوې خوا ته كېږي، چې بشريت خپل تكاملي بهير ته دوام وركړي[1474]. له امير المؤمنين علي کرم الله وجهه روايت شوى دى: ((خلكو! الله تعالی پناه دركړې او ظلم درباندې نه كوي؛ خو پناه يې دركړې نه ده، چې ازمېښت مو نه كړي، جليل الله تعالی وايي: په حقيقت كې، په دې (پېښه) كې عبرتونه دي او بېشكه موږ ازمېيونكي یو[1475])) ؛ البته د الله تعالی ازمېښتونه ډول ډول دي؛ نېستي او شتمني، عزت او ذلت، رنځ او روغتيا او. . . هر يو د الله تعالی له لوري يو امتحان دى، چې بنده بايد په ټولو حالاتو كې شكر او صبر وكړي او پر خپلو دندو او مكلفيتونو پابند پاتې شي.[1476]

((ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ =))

31_ د ثمود قوم؛ د نوح علیه السلام تر قوم روسته هلاك شوى: قرآن حکیم، د هغه قوم نامه اخستى نه ده، چې تر نوح علیه السلام روسته يې رامنځ ته او بيا يې هلاك كړى و. لرې نه ده، چې دا قوم ثمود، د صالح علیه السلام قوم وي؛ ځكه الله تعالی يې داستان د قرآن حکیم په څو ځايونو كې راوړى او ويلي يې دي، چې دا قوم په نوح پسې وسېده او په كړيكه له منځه ولاړ.[1477]

((وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاء الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ =))

33_ د چړچو ژوند او سپېرې نښې يې: په دې آيت كې، د ((اِترف)) (د چړچو د ژوند) او د کفر او د پالونكي د ليده كاتو او د دروغ ګڼلو ترمنځ اړيكه ليدل كېږي. په رښتيا همداسې ده؛ ځكه ددې ډول ژوند درلودونكي په بې قيدو شرطه ازادۍ د هر ډول مزو اخستو او حيواني خوندونو څكلو ته لېوال دي او څرګنده ده، چې په دې لار كې مهم خنډ د الهي څارنې او د قيامت د ستر نياوتون منل دي، هم يې د وجدان ارامي له منځه وړي او هم د خلكو خولې ورپرانځي؛ نوځكه دا ډول خلك له خپلې غاړې د پالونكي د عبوديت كړۍ لرې كوي او د الله تعالی او قيامت د نټې – انکار لار خپلوي او په هغه تعبير وايي، چې په مخكې آيتونو كې مو ولوستل: ژوند خو يوازې همدا ژوند دى او بس او بل هېڅ خبره نشته او چې څوك بې له دې څه وايي، دروغجن دى. دمګړۍ غنيمت ګڼه او بايد دا څلور ورځې عمر ښه وي، بايد له هر چمنه ګل بوى كړو او بايد له هرې خوندورې وزلې خوند واخلو او دغسې خپلو ناوړو كړنو ته مخونه وركوي. پردې سربېره، د نورو د حقوقو لتاړل او تېرى د چړچيز ژوند د چمتو كولو وزلې دي او دا چار هله شونى دى، چې د پېغمبرانو رسالت او قيامت و نه مني؛ نو څوك چې دغسې ژوند كوي، هر څه ته شا كوي او د نټې په سترګه ورويني. دا پر زړه ړانده او د ځاني غوښتونو او هوسونو په لومه كې راګېر بنديان، د پالونكي د اطاعت او لورنې له سيوري ووځي؛ خو د خوندونو او شهوت د عبوديت كړۍ پر غاړه كوي او پخپله، د ځاني غوښتنو د بوت بندګانېږي. دوى پرېوتي او مخ پر ځوړ فكرونه، چټلې ارواوې او تك تور زړونه لري. ځينو ته له لرې ښه ښكاري؛ خو له نژدې بوږنوونکي دي؛ ځكه له ګناه راولاړ شوې نا آرامۍ او د نعمتونو له زواله ډار او مرګ د دوی اذهان اندېښمن كړي دي.[1478]

((وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ =))

50_ امنناك هسك ځاى، چې رڼې اوبه پكې بهېدې: داچې له دغسې ځايه مطلب كومه سيمه ده، مفسرانو ډېرې خبرې اترې پرې كړي. ځينې يې ناصره (د شام يو ښار، د حضرت مسيح ټاټوبى) بولي؛ ځكه يو شمېر دښمنان يې، چې له زوكړې او ګاندې خبر شوي ول، د منځه وړو په لټه كې يې شول؛ خو الله تعالی په دې امنناكه او له نعمتونو په ډكې سيمې كې وساته. ځينې يې د مصر هېواد بولي؛ ځكه حضرت عيسى علیه السلام او مور يې مريم (س) د دښمنانو له منګولو د ژغورنې لپاره يوه موده په مصر كې تېره كړې وه. ځينې يې ((دمشق)) او ځينې يې ((امله)) (د شمال شرقي بيت المقدس يو ښار) ګڼي؛ ځكه مسيح او مور يې څه موده په هر يو دې ښارونو كې تېره كړې وه. دا احتمال هم شته چې دا غونډله د بيت المقدس په شمال كې د مسيح علیه السلام د زوكړې ځاى ته اشاره وي؛ هغه ځاى چې الله تعالی دې زوى او مور ته امنناك كړ؛ خوندورې اوبه يې پكې وبهولې او د خرما له وچې ونې يې روزي وركړه.[1479]

((يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ =))

51_ پېغمبران يې د نورو په څېر خوري؛ خو پاك او يوې موخې ته: په مخكې آيتونو كې د كافرانو يوه پلمه داسې ويل شوې ده: چې څوك د الهي پېغمبرۍ ادعا لري؛ نو ولې يې د نورو انسانانو په څېر خوري څښي؟ دا آيت پېغمبرانو ته وايي: ((له پاكو خوړو يې وخورئ او ښه چارې وكړئ)) په رښتینه كې توپير يې له نورو انسانانو سره په دې كې نه دى، چې دوى د خوراك د اړتيا په څېر بشري ځانګړنې و نه لري؛ بلكې خوراك د تكامل يوه وزله بولي؛ نوځكه كړلار يې له پاكو څيزونو خوړل دي، حال دا د كومو خلكو، چې خوراك روستۍ موخه وي، بيخي دې شرايطو ته غاړه نږدي؛ بلكې په داسې څيزونو پسې ځي، چې څارويزې غوښتنې او هوسونه يې پوره كړي؛ ناپاك وي كه پاك. ددې په پامنیوي، چې بېشكه د خوړو ډول د انسان پر روحياتو اغېزمن دي او ډول ډول خواړه بېلابېلې اخلاقي اغېزې لري، ددې دوو غونډلو له اړيكې څرګندېږي، چې وايي: ((له پاكو خوړو يې وخورئ)) او ((ښه چارې وكړئ)). په اسلامي رواياتو كې لولو، چې د حرامو خوړو خوړل، د انسان د دعا قبلېدو مخه نيسي. د اسلام له رسول الله نه يو مشهور حديث ددې مدعا شاهد دى: يو تن وویل: ښه مې ايسي، چې دعا مې قبوله شي. حضرت (ص) وويل: ((خواړه دې پاك كړه او له هر ډول حرامو خوړو ډډه وكړه)).[1480]

((فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ =))

53_ جاهلانه تعصب؛ حق ته د وررسېدو ستر خنډ دى: د ((كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ)) غونډله يو مهم اروايي او ټولنيز حقيقت څرګندوي، چې دا د ډلو ټپلو يو جاهلانه تعصب دى، چې هرې يوې ځانته يوه لار او دين خپل كړى او د خپلو مغزو دريمڅه يې د نورو خبرو پروړاندې بنده كړې او اجازه نه وركوي، چې پر مغزو يې نوې رڼا پرېووځي، پر روح يې نوى نسيم ولګي او يو حقيقت ورڅرګند كړي. دا حالت له افراطي ځانپالنې راولاړېږي، چې د حقايقو د راښكاره كېدو او د امتونو د يووالي خورا ستر دښمن دى. خپل مزی مرغلين ګڼل، پر خپل دود او لارې وياړېدل او له نورو كركه، كله تردې بريده رسي، كه انسان د خپل دود او لارې پرخلاف كومه خبره واوري؛ نو په غوږونو كې ګوتې ږدي، څادر پر سر راكاږي او تښتي، هسې نه د خپلې روږدې لارې پرخلاف حقيقت ورڅرګند شي؛ لكه چې قرآن حکیم د حضرت نوح علیه السلام د زمانې د كفارو په باب وايي: ((او په حقيقت كې ما، چې هر ځل دوى بللي، چې و یې بښي (؛ نو) خپلې يې په غوږونو كې ايښي او څادرونه يې پر سر راكښلي دي او (پر خپل مخالفت يې) ټينګار كاوه او ښه ډېره زياته لويي وكړه[1481]))

((وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ =))

62_ رښتيا ويوونكى كتاب: د كړنليك په باب، د كهف سورت تر 49 آيت لاندې څرګندونې شوي؛ خو دلته پاموړ ټكى دادى، چې ددې غونډلې ((له موږ سره يو كتاب دى، چې رښتيا ويوونكى دى)) مانا څه ده؟ د كتاب له خبرو كولو مطلب، پكې د كښل شويو څيزونو بيان دى، چې هېڅ ډول ابهام پكې نشته. (الميزان، 15: 42 مخ.) دا تعبير زموږ په ورځني ګړدود كې هم شته چې وايو: ((پلانى ليك بسيا هومره ګويا او څرګند دى))؛ يعنې سپړنې او بیانونې ته اړتيا نه لري؛ ته وا پخپله خبرې كوي او څېړنې ته له اړتيا پرته حقايق څرګندوي[1482].

((أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءهُمُ الْأَوَّلِينَ =))

68_ الهي دين؛ هر وخت يوه لورنه ده: د ((أَمْ جَاءهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءهُمُ الْأَوَّلِينَ)) له غونډلې مراد، په دې مانا ده، كه يوازې د اسلام د رسول الله له لوري توحيد، معاد او نېكيو ته بلنه اوڅار شوې وه؛ نو شونې وه، چې پلمه وكړي، چې دا نوې خبرې دي او منلاى يې نشو او كه دا مطالب حق دي؛ نو الله تعالی چې پر ټولو انسانانو لوراند دى؛ نو ولې يې تېرو پېغمبرانو ته ورلېږلى نه و؛ خو له بېخه د رسول الله(ص) د بلنې منځپانګه، د تېرو پېغمبرانو د بلنې منځپانګه ده او هډو د پلمې څه ځاى نشته[1483]؛ البته مانا يې دا نه ده، چې هره هغه نوې خبره باطل ده، چې تېر ترې نا خبره ول. داچې د الهي رسالت موخه د انسانانو ښيون دى، چې بايد ټولو ته ورسي، چې ټول د حق لارې د ټاكنې شونتيا ولري او كه تېرو ته ويل شوي نه وي؛ نو يو ځانګړي ټولي ته يې ويل، بې شكه باطل او ناسم چار دى[1484].

((وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ =))

71_ حقپالنه او ځانپالنه: په دې آيت كې، د حقپالنې او ځانپالنې ترمنځ له مانا ډك تضاد ته اشاره شوې ده، وايي: كه حق د خلكو په هوسونو پسې ولاړ شي، نه يوازې ځمكه او اوسېدونكي يې، چې اسمانونه به هم ګډوډ شي، پر دې ټكي پوهېدل ستونزمن نه دي؛ ځكه: 1_ بېشكه د خلكو غوښتنې يو ډول نه دي او زیاتره يو له بل سره په ټكر كې دي، ان ډېری د يو انسان غوښتنې هم يو له بل سره په تضاد كې وي؛ نو كه په دې حال كې، حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي؛ نو پايله يې يوازې ګډوډي ده. هرڅوك به يو معبود نمانځي او كه حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي او دا خواره واره معبودان پر هستۍ واكمني كړي، هر چاته به يې ګډوډي ورښكاره وي. 2_ زیاتره د خلكو غوښتنې داسې موضوعاتو ته ځیر وي، چې ګډوډي راولاړوي. كه دا غوښتنې هستۍ او بشري ټولنو ته لارښوونه وكړي؛ نو پايله يې ګډوډي ده. 3_ همېش ځاني غوښتنې يو اړخيزې وي او يوازې يو ګوټ او زاويه ويني او نورو اړخونو ته يې پام نه وي او پوهېږو، چې د فساد له مهمو لاملونو ځنې، يو اړخيزې كړلارې دي، چې نور اړخونه پكې په پام كې نه نيول كېږي. دا آيت له يو پلوه د انبياء سورت 22 آيت ته ورته دى، چې وايي: [كه په اسمان او ځمكه كې بې له “ الله “ نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به “(د اسمان او ځمكې) د واړو(غونډال) ويجاړ شوى واى] ښكاره ده، چې حق د صراط مستقيم (= سیده لار) په څېر يو ګونی دى. دا ځاني غوښتنې دي، چې د ګوماني خدايانو په څېر، ګڼ شمېرې او ډېرې دي. چې اوس داسې ده؛ نو د حق او ځاني غوښتنو په تضاد او شخړه كې بايد په كوم يو پسې ولاړ شو؛ په ځاني غوښتنو پسې، چې په اسمان، ځمكه او ټولو ژویو كې د ګډوډۍ لامل دی که په حق پسې، چې د يووالى، توحيد، نظم او همغږۍ رمز دى؟[1485]

((وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ.))

76 او 77_ روزنيزې سزاوې او د پاكسازۍ سزاوې: په دې آيتونو كې، دوو ډولو الهي سزاګانو ته اشاره شوې ده: 1_ روزنيزې سزاګانې: ددې ډول مجازاتو موخه دا ده، چې وګړي په سختۍ او رنځ كې ونيول شي او پر خپلې كمزورۍ او بېوسۍ پوه شي او د ښاڅمنۍ – غرور له سورلۍ راكوز شي؛ لكه چې د رسول الله په ښېرا پر مشركانو سخته سوكړه راغله، داسې چې خواړه يو مخې ورك شول او د داسې څيزونو خوړو ته اړ شول، چې څوك يې په عادي حالت كې نه خوري. دا ډول مجازات، بيخي له هرځايه د بنيادم لاسونه نه لنډوي؛ بلكې د توبې یې يوه وزله كېداى او الله تعالی ته ورستون شي. 2_ د پاكسازۍ او استيصال سزاوې: دا ډول سزاوې نه سمېدونكيو وګړيو ته وركول كېږي او موخه يې داده، چې د پنځون په حكم يې جرړه راوايستل شي؛ ځكه په دې غونډال كې يې د ژوند حق پاتې نه دى او د انسانانو د بشپړتيا د لارې دا اغزي او خنډونه بايد له منځه ولاړ شي. مرګ ددې ډول سزاګانو يو څرګند مصداق دى، چې بيخي د انسان د توبې مخه نيسي.[1486].

((حَتَّى إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ))

76_ په دعا كې د عاجزۍ او خضوع اهميت: ((استكانت)) د خضوع (او عاجزۍ) پر مانا دى[1487] او ((تضرع))؛ يعنې هغه حالت، چې غاړه ايښوونه او عاجزۍ دواړه پكې وي[1488]. د اهل بيتو عليهم السلام له امامانو، په يو شمېر رواياتو كې ددې دواړو کلمو عملي مصداقونه په ګوته شوي. تردې آيت لاندې له امام باقر رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((استكانت؛ يعنې خضوع او تضرع داده، چې لاسونه په التماس او هيله پورته كړې)). په بل روايت كې له امام صادق رحمة الله علیه نه راغلي دي: ((له استكانته مراد، دعا ده او تضرع په لمانځه كې د لاسونو پورته كول (؛ يعنې قنوت) دی.)) ددې آيت په مانا كې له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې راغلي دي: ((په دعا كې تواضع او خضوع نه لري؛ ځكه كه خضوع ولري؛ الله تعالی يې دعا قبلوي[1489]))؛ البته دا احاديث د آيت مانا نه محدودوي؛ بلكې د الله تعالی درشل ته، د تضرع او استكانت آداب راښيي.

((قُل لِّمَنِ الْأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ .قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ . سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ . قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ . سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ))

84 تر 89_ د الله تعالی په عمومي ځواك د معاد جوتول: په څو مخكې آيتونو كې له قيامته د منکرو كافرو له لوري د معاد د نټې یا انکار خبره وشوه. د قرآن حکیم له آيتونو ښه معلو مېږي، چې د معاد د منكرانو ډېرى مخالفت، جسماني معاد ته ځیر دى او هېښتيا يې ده، چې څنګه خاورې شوى انسان بېرته راژوندى كېږي؛ نوځكه د معاد ډېرى آيتونه د الله تعالی پر ځواكمنۍ او ځواک ټينګار كوي او په هستۍ كې يې بېلګې شرحوي، چې له مړينې روسته ژوند د آيتونو د اورېدونكيو هېښتيا له منځه ولاړه شي. په دې آيتونو كې هم د الهي ځواک له ولكې درې بېلګې راوړل شوي دي؛ د ځمكې او ځمكوالو په باب، د اسمان او ستر عرش په هكله، د هستۍ د تدبير او پېیون – تنظيم په اړه[1490]. پام مو وي هغه مشركان، چې له قيامته منكر ول، پر الله تعالی يې منښته درلوده؛ په دې مانا، چې هغه د هستۍ پنځوونكى، رب الارباب او د خدايانو الله تعالی دى او بې له ده خدايان یې، مخلوقات دي؛ نوځكه دې آيتونو د مشركانو له نظره د الله تعالی شتون بيخي فرض كړی دی.[1491] د هغوى استدلال لپاره همدا بسيا دي، چې څوك دا وس لري، چې اسمان، ځمكه او څه چې په دواړو كې دي، له نشته، شته كړي، د مړيو وراسته هډوكي بيا هم پر ژوندي انسان اړولاى شي؛ لكه چې (يس سورت په 77 _79) آيتونو كې لولو: [ايا انسان نه پوهېږي، چې هغه موږ له (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړى دى؟! او نوموړی (داسې د ځواك، شعور او وينا خاوند شو، چې) په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پنځون يې هېر كړ او و يې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!)) ووايه: ((دا هماغه بېرته راژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ول او هغه په هر (ډول) پنځون پوهېږي (او وسمن دى) ].[1492]

((لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ =))

100_ برزخ؛ د دنيا او آخرت ترمنځ نړۍ: د دوو څيزونو ترمنځ څيز ته برزخ وايي. له همدې لامله، د دنيا او آخرت ترمنځ پرتې نړۍ ته برزخ ويل كېږي. آيتونو او احاديثو ددغسې يوې نړۍ له شتونه خبر كړي يو، چې كله د ((قبر نړۍ)) يا د ((ارواحو نړۍ)) په نامو هم يادېږي. د قرآن حکیم مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې دې موضوع ته – په ظهور يا صراحت – اشاره شوې ده. دا آيت د دغسې يوې نړۍ په شتون كې ظهور لري. د شهيدانو د ژوند اړوند آيتونه په صراحت او ډاګه ددغسې يوې نړۍ شتون اثباتوي (وګورئ: بقره 154، آله عمران_ 169) يا د مؤمن (غافر) سورت 46 آيت د فرعون او يارانو په څېر سرغړاندو كفارو ته په ډاګه د برزخ شتون او څار كړى دى: (((عذاب یې) اور دى، چې هر سهار و ماښام وروړاندې كېږي، پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي، چې) فرعونيان ډېر سخت عذاب ته ورننباسئ)) څرګنده ده، دا اور، چې په آيت كې اشاره ورته شوې، آل فرعون هر ګهيځ و ماښام وروړاندې كېږي؛ برزخي جهنم دى؛ ځكه په قيامت كې يې سزا، د آيت په پاى كې بېله راغلې ده. له همدې لامله ډېری مفسرانو، دا آيت په ((برزخي نړۍ)) او د ((قبر په عذاب)) تفسير كړى دى. په اسلامي احاديثو كې د برزخي نړۍ او ځانګړنو په باب يې پراخې خبرې شوي. له علي کرم الله وجهه او امام سجاد څخه په يو ورته روایت كې راغلي: ((قبر، د جنت د بڼونو يو بڼ يا د دوزخ له جوغړيو، يو جوغړى دى)) په مشهور روايت كې لولو: ((چې كله يې د بدر په جګړه كې د مكې د مشركانو تنې په يوې څاه كې وغورځولې، رسول الله د څاه پر غاړه ودرېد او و یې ويل: ((په څاه كې پرتو! څه چې پالونكي ژمنه دركړې وه، په رښتيا (او حق) مو ومونده؟ ما خو (د بريا په باب) د خپل پالونكي ژمنه په رښتيا ومونده)). يوې ډلې وويل: رسول الله! دوى يې اوري؟ و یې ويل: ((په دې اړه تاسې ترې ښه اورېدونكي نه ياست؛ خو نن يې ځواب نه وركوي)) له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو حديث كې راغلي دي: ((پر الله تعالی قسم، زه يوازې له برزخ مو ډارېږم)) دې ته اشاره، چې په قيامت كې مؤمنان د رسول الله او سپېڅليو امامانو په شفاعت كې رانغاړېږي؛ خو د برزخ حساب بېل دى. امام صادق په بل روايت كې وايي: ((برزخ هماغه د قبر نړۍ ثواب او سزا ده، چې د دنيا او آخرت ترمنځ شته)). دا پوښتنه پاتې ده، چې برزخي ژوند څرنګه دى؟ پوهانو ددې پوښتنې د ځواب په هكله ويلي، چې د دنيوي ژوند تر پاى ته رسېدو روسته د انسان روح په يو لطيف جسم كې واقع كېږي، چې د مادي جسم له ډېرى عوارضو بچ دى؛ خو له دې پلوه، چې مادي جسم ته ورته عناصر لري؛ نو ((مثالي بدن)) يا ((مثالي قالب)) ورته وايي، چې نه پوره ((مجرد)) دى او نه مازې ((مادي))؛ بلكې يو ډول ((برزخي تجرد)) لري او كه په رواياتو كې د قبر د فشار خبره شوې؛ نو په مثالي بدن پورې تړاو لري. نه د مړي په بدن پورې؛ ځكه دا بدن نور احساس نلري او پردې سربېره شونې ده، لكه د سوځېدو له لامله پوره له منځه تللى وي؛ البته لكه څنګه چې د اُخروي نړۍ د ژوند پر حقيقت پوهېدل راته ناشوني دي؛ ځكه مرتبه يې تردې نړۍ اوچته ده. د ځينو پوهانو په وينا، د خوب له حالت سره يې ورته كولاى شو. په رښتيانيو خوبونو كې، د انسان روح له مثالي بدنه په ګټنې، ځينې منظرې ويني او خوند ترې اخلي، كله ډارنې منظرې ويني او له خوبه ويښېږي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي: ((چې كله الله تعالی د مؤمن روح اخلي، په دنيا كې يې د دنيوي قالب په څېر په يو قالب كې ږدي)) بل ټكى داچې په ډېرى رواياتو كې لولو، چې تر مړينې روسته له هر چا څو ټكي پوښتل كېږي. امام سجاد نه په يو روايت كې لولو: ((بنيادمه! له مرګه غافلېږه مه. ډېر ژر به دې روح واخستل شي او يو كور ته لېږدولېږې او پوښتنې ته د منكر او نكير دوه پرښتې درځي او لومړى دې د پالونكي په اړه پوښتي؛ بيا دې د درلېږل شوي پېغمبر په اړه پوښتي او كوم دين دې منلى او كوم كتاب دې لوستى او چې د كوم امام ولايت دې منلى، بيا دې د عمر په اړه پوښتي، چې په كومه لار كې دې تېر كړى دى، له شتمنۍ دې پوښتي، چې له كومه دې ترلاسه كړې او پر كومه لار دې لګولې ده؟)).[1493]

((قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ =))

106_ سعادت او شقاوت؛ زموږ د كړنو، ويناوو او نيتونو پايله: ((شقوة)) او ((شقاوة)) د سعادت (نېكمرغۍ) ضد دى. شقاوت (بد مرغي)، شر او يو آفت دى، چې انسان ته ورتر غاړې كېږي او سعادت د نعمت او نېكيو د وزليو د چمتو كولو پر مانا دى. په هر حال، شقاوت او سعادت (بد مرغي او نېكمرغي) يوازې زموږ د كړنو، ويناوو او نيتونو پايله ده او دا ګروهه تش يو ګومان دى، چې نېكمرغي او بدمرغي يو ذاتي چار دى، چې له انسان سره زېږېږي او دا انګېرنه د ټولو پېغمبرانو د بلنې او د بشر د ګردو لارښوونكيو د هڅو پرخلاف ده، دا انګېرنه له مسووليتونو له اوږو سپكولو، د ګناهونو مخونې او يا د ناپوهيو او ناخبرو تفسيرولو ته سكښتل شوې ده؛ نوځكه دوزخي ګناهګاران په ډاګه منښته كوي، چې الله تعالی غاړه راباندې خلاصه كړې وه؛ خو موږ په خپل لاس د خپلو بدمرغيو وزلې چمتو كړې وې او منښتي يو، چې لاروركې وو[1494].

108_ الله تعالی، دوزخيانو ته سپك ويني: ((اخْسَؤُوا)) د امر فعل دى او د سپي كورې كولو ته وايي او چې انسان ته وكارول شي؛ نو د هغه د پستۍ او د سزا وړ پر مانا ده[1495]. هېښنده داچې دوزخيانو بدمرغي او شقاوت تردې بريده رسېدلی، هغه الله تعالی چې په را روسته آيت كې د مؤمنانو له خولې په ((خَيْرُ الرَّاحِمِينَ)) ياد شوى، دوزخيانو ته دغسې وايي(چې په همدې جهنم كې كورې شئ).

((قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ =))

112 او 113_ له آخرت سره په پرتله د دنيا عمر لنډ دى: په دې آيتونو كې پر ځمكه له تمېدو مطلب، تر مرګ وړاندې دنیوي ژوند دى. الله تعالی دوزخيان پوښتي: پر ځمكه څو كاله وئ او دوى له اُخروي ژوند سره په پرتلنه كې په ځواب كې وايي: ((ايله يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه)).[1496] له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((چې كله الله تعالی جنتيان جنت ته او دوزخيان دوزخ ته ورننباسي، جنتيانو ته وايي: پر ځمكه مو څومره موده تېره كړه؟ وايي: يوه ورځ يا يې يوه برخه. وايي: په يوه ورځ يا يې په يوې برخې كې مو څه ښه سوداګري وكړه، چې زما لورنه؛ خوشحالي او جنت مو ترلاسه كړ؛ نو پكې تلمېشتي وسئ؛ بيا دوزخيانو ته وايي: دوزخيانو! په دنيا كې مو څومره موده تېره كړه؟ وايي: يوه ورځ يا يې يوه برخه. نو ورته وايي: په يوه ورځ يا يې يوې برخې كې يې موڅه ناوړه سوداګري وكړه [چې] زما اور او غوسه مو ترلاسه كړه؛ نو پكې تلمېشتي وسئ)).

((قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلْ الْعَادِّينَ= ))

113_ هغوى چې شمېرلاى شي: په يو روايت كې راغلي: هغوى چې شمېرلاى شي، مطلب يې هغه پرښتې دي، چې ورځې شمېري او زموږ د تېرېدونكيو ساعتونو او كړنو حساب ليكي[1497].

((أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ))

115_ انسان؛ يو موخن موجود دى: دا آيت د قيامت، حساب او د كړنو د سزا يو ژوندى دليل وايي؛ داچې كه قيامت او معاد نه وي، د نيوي ژوند به چټي او عبث وي؛ ځكه دنيوي ژوند له دومره ستونزو سره او چې الله تعالی دا دومره تشكيلات، سريزې او كړلارې ورته رامنځ ته كړي، كه يوازې همدې څو ورځو ته وي؛ نو ډېر منځتشی – پوچ او بې مانا به وي. يو خوا وينو، چې پنځون په سرباندې ډول هېښنده دى او په دې ترڅ كې، تر هغه بريده، چې پوهېږو، انسان د نړۍ يو خورا بشپړ او پوره ژوی دى. بلخوا وينو، دا د هستۍ خورا اوچت او لوړ پېژندل شوى ژوی، په خپل لنډ عمر كې، له زوكړې تر مړينې، له ستونزو او كړاوونو سره مخېږي. آيا د باورېدو ده، چې ددې ستر غونډال او د پنځون ددې هېښنده ژوی(انسان) موخه، همدا وي، چې څو ورځې نړۍ ته راشي او خپل عمر په كړاو تېر كړي، څه خواړه وخوري، جامې واغوندي، ويده شي او راپاڅي او بيا سټ وټ – پوپناه او له منځه ولاړ شي او هرڅه پاى ته ورسي؟ په دې حال كې، آيا پنځون خوشې او چټي نه دى او ايا كوم عقلمن دې کوشنۍ موخې ته دا ګرسره تشكيلات چمتو كوي؟![1498]

سورة الـنـور

د نور سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت ته د پاكلمنۍ، عفت او له جنسي ګناهونو سره د مبارزې سورت ويلاى شو.[1499]

2 تر 9_ ټولیزې پاكلمنۍ ته څلور احكام: دا آيت څلورو الهي احكامو ته وايي، چې آريز چورلیځ يې د زنا ګناه ده. په دې لنډيز كې آيتونو ته په پامنيوي د هر يو حكم په څرګندنه لګيا كېږي: 2 آيت. د زناكارې او زناكار سزا: دا آيت درې امرونه رانغاړي: 1_ د زناكارې او زناكار سزا؛ البته دا آيت يو ټولیز حكم څرګندوي، چې استثنايي ځايونه هم لري، چې يو يې، د واده والا نارینه او مړوښې ښځې زنا ده، چې د شرايطو تر عملي كېدو روسته يې، سزا (او حد) اعدام دى. 2_ پردې ټينګار، چې د الهي حكم په عملي كولو كې د زړه سوي ننګېرنه او مينه مو ستناو – خنډ نشي؛ البته لكه څنګه چې نه ښايي د ننګېرنو د لاسبرۍ او غلبې په پار د الهي حكم په عملي كولو كې ناغېړي وكړو؛ نو افراط او بې ځايه تاوتريخوالى هم منع دى. 3_ امر كوي، چې د سزا وركولو پرمهال دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي؛ ځكه موخه يوازې د ګناهګار عبرت اخستل نه؛ بلكې سزا يې نورو ته هم پند شي؛ البته قرآن حکیم شرط ايښى نه دى، چې دا حكم هرومرو په ملا عام (غونډه) كې عملي شي؛ بلكې د شرايطو او سازښتونو له مخې، توپير لري او په ځينو برخو كې د درېيو تنو يا ډېرو شتون بسيا دى.[1500]

((الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ =))

3 آيت: د آيت ظاهر راښيي، زنا كار او زنا كارې سره واده حرام دى؛ البته په اسلامي روايتو كې دا حكم، په نوموتو نارينه او ښځينه زنا كارانو پورې مقيد او راايسار شوى، چې توبه يې كاږلي نه وي؛ نوځكه كه پردې عمل مشهور نه وي يا يې له تېرو كړنو لاس اخستى وي او د پاكلمنتوب هوډ يې كړى وي او په خپلو كړنو كې يې د توبې اغېز ښوولى وي؛ نو له شرعي پلوه واده ورسره روا دى.[1501]

((وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ =))

((إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

 4 او 5 آيتونه: د تور سزا: داچې په تېرو آيتونو كې، زناكار او زناكارې ته سخته سزا وويل شوه او شونې ده، دا موضوع بې باكه، غرضي او بې تقوا وګړيو ته يو لاسوند نشي او له دې لارې پر پاكانو تور وتړي؛ نو د زناكارانو په سختو سزاګانو پسې، د تور لګوونكيو سخته سزا بيانوي، چې ددې ډول وګړيو له خطره د پاكلمنو كورنيو حيثيت او درناوى خوندي شي او څوك د خلكو پر پت د بريد زړه ونه كړي. قرآن حکیم يې سزا دا ښوولې ده: ((اتيا كوړې، د شاهدۍ يې نه منل او فاسق ورته وايي)) د پاكلمنو خلكو حيثيت او پت ساتنې دا سخت ګيري، يوازې په دې ځاى پورې را ايساره نه ده؛ بلكې په ډېرو اسلامي ښوونو كې يې سپارښتنه شوې ده او راښيي، اسلام د مؤمنو او پاكلمنو نارينه او ښځو حيثيت ته پر سرباندې ارزښت قايل دى؛ البته چې چا ناموسي تور تړلى وي او ورباندې تر حكم له عملي كولو روسته توبه وكړي او د تورن حيثيت اعاده كړي، په توبې يې، په ګانده كې شاهدي منل كېږي او په ټولو برخو او اسلامي احكامو كې ترې د فاسق نامه لرې كېږي[1502].

((وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ . وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ وَيَدْرَأُ . عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ . وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ ))

6 تر 9 آيتونه: دا آيتونه استثنايي حكم او (د ((قذف)) حد) يوه تبصره ده؛ په دې مانا كه مېړه خپله مېرمن پر ناپاكلمنۍ تورنه كړي او ووايي، چې دا مې له پردي سره د ناپاكلمنتوب چار پر كولو وليده؛ نو د ((قذف)) حد (اتيا كوړې) پرې نه عملي كېږي او البته د خپلې مېرمن په باب يې ادعا بې دليله او بې شاهده نه منل كېږي؛ ځكه شونې ده رښتيا يا دروغ ووايي. دلته قرآن حکیم د هواري لار وړانديزوي، چې مساله په غوره بڼه او عادلانه توګه هواروي. ددې حكم په علت او فلسفه كې يې ويلي، كه يو سړى خپله مېرمن له پردي سره وويني، چوپتيا ورته ناشونې ده او غيرت يې اجازه نه وركوي او كه قاضي ته عارض شي، سملاسي پرې د ((قذف)) حد عملي كېږي؛ ځكه قاضي نه پوهېږي، چې سړى دروغ وايي كه رښتيا او كه څلور شاهدان راولي؛ نو دا يې هم له حيثيت او پت سره نه سازېږي او شونې ده په دې ترڅ كې پېښه پاى ومومي. بلخوا، پردي ژر يو بل تورنوي؛ خو مېړه او مېرمن ډېر لږ يو بل تورنوي؛ البته دا حكم، مېرمن په ټپه ولاړ حالت سره نه مخامخوي او د 8 او 9 آيتونو له مخې، مېرمن ته لار پرانستې ده؛ خو داچې په دې حكم كې، هم مېړه او هم مېرمن، الله تعالی د اسلامي واكمن پروړاندې شاهد نيسي او د دروغ ويلو په حال كې، ځان ته د الله تعالی لعنت پېري؛ نو زیاتره له دغسې ګناهګار چار ډډه كوي..[1503]

((إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ))

11_ د رسول الله (ص) په كورنۍ ناروا تور او له رسول الله نه د الله تعالی دفاع: دا آيت د افك پېښې (ستر تور) ته اشاره لري. د اهلسنتو په رواياتو كې د پېغمبر پر مېرمن حضرت عايشې بي بي او د شيعه وو په رواياتو كې پر حضرت ماريۀ قبطيه بي بي (هماغه ښځه، چې رسول الله ته د مصر پاچا په ډالۍ رالېږلې وه او د رسول الله ترې ابراهيم زوى و، چې په 18 مياشتنۍ كې ومړ) دا تور لګېدلى و؛ خو په دواړو ډلو رواياتو كې ځينې ټكي شته، چې سموالى يې تر پوښتنې لاندې نيسي؛ نوځكه ددې رواياتو له او څاره ډډه كېږي؛ خو څه چې ددې رواياتو له ټوله پوهېدل كېږي او جوته ده، داده چې په دې آيتونو کې راغلى تور د رسول الله (ص) د كورنۍ پر غړي ورتپل شوى و؛ حضرت عايشه بي بي يا حضرت ماريه قبطيه بي بي. له آيتونو معلو مېږي، يوې چلمارې ډلې، د رسول الله(ص) د كورنۍ ځنې يو پر ناپاكلمنتوب تورنه كړه او د ځينو منافقانو او په زړه رنځورو دا ښه ايسېدل، چې دا تور په خلكو كې ډنډوره شي او همداسې وشول، خلكو تور خوله په خوله كړ. بيا الله تعالی دا آيتونه رانازل كړل او د خپل استازي یې دفاع وكړه او ډنډورچيان يې سخت ورټل[1504].

11_د افك پېښه؛ برسېرنه یې ترخه؛ خو دننه يې ګټوره وه: دا آيت هغو مؤمنانو ته ډاډينه وركوي، چې پر هغې پاكلمنې له ناروا توره خورا خپه شوي ول او وايي: ((ګومان مه كوئ، چې دا پېښه درته شرم دى؛ بلكې په خير مو ده))؛ ځكه په دې پېښه كې د يو شمېر مسلمان ګونو ناولي نيتونه رابرسېره شول او دا د يوې نېکې ټولنې له نېكمرغيو ځنې ده، چې بېلاري او مفسدان پكې په نښه كېږي او په دې توګه سمونپالي پر خپلو حالاتو ښه سترګوروي او د ټولنې د فاسدو غړيو سمونې ته مټې رابډ وهي.[1505]

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ =))

19_ د فحشا او بدكارۍ ډنډوره كول؛ په ټولنه كې د ګناه اور ته لمن وهل دي: داچې انسان يو ټولنيز ژوی دى، په كومه ستره ټولنه كې چې اوسي، له يوه پلوه د كور په څېر يې ده او چاپېريال يې د خپل كور چاپېريال شمېرل كېږي؛ د ټولنې پاكوالى يې له پاكوالي سره مرسته كوي او ناولتوب يې له ناولتوب سره؛ نو د همدې آر له مخې، اسلام له هغه چار سره سخته مبارزه كړې، چې د ټولنې فضا زهرجنه يا ككړوي. كه وينو، چې اسلام له غيبت سره مبارزه كړې او د عيبونو د پټولو سپارښتنه يې كړې ده، يو دليل يې همدا دى، چې ګناه ټولیز اړخ پيدا نه كړي. له امام رضا نه په يو روايت كې لولو: ((هغه چې ګناه خوروي؛ خوار شوى او هغه چې ګناه پټوي، په الهي بښنې كې رانغاړل شوى)) كه وينو، چې په مخكې آيتونو كې د بدكارۍ ډنډوره كول، په خورا سختو ټكيو غندل شوي؛ نو دليل يې همدا دى. له آره، ګناه د اور په څېر ده، چې كله د ټولنې په يو ځاى كې اور بل شي، بايد هڅه وكړو، چې اور مړ يا لږ تر لږه را ايسار او محاصره يې كړو؛ خو كه اور ته لمن ووهو او له يوه ځايه يې بل ته يوسوو؛ نو اور به هر ځاى ونيسي او څوك به يې كابو كولاى نشي. پردې سربېره، د عامو خلكو په نظر كې د ګناه ستریا او له ګناهونو د ټولنې ساتنه پخپله د فساد پروړاندې يو خنډ او دېوال دى. له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك يو بد چار خوروي، د هغه په څېر دى، چې په لومړي ځل يې [په خلكو كې] پرې لاس پورې كړى دى)). له امام كاظم رحمة الله علیه څخه په يو روايت كې لولو، چې يو تن ورغى او و يې ويل: در ځار؛ له يوه ديني رور يې يو چار راته ووايه، چې مې نه خوښېده. ترې مې وپوښتل، نټه يې وكړه؛ سره له دې، چې ډاډمنو ترې راته ويلي وو. امام وويل: ((د خپل مسلمان رور پروړاندې دې خپل غوږونه كاڼه او سترګې پټې كړه، ان كه پنځوس تنه قسم وخوري، چې يو چار يې كړى؛ خو که نوموړي نټه وكړه، نټه يې ومنه او د هغوى (پنځوسو تنو) مه منه، په ټولنه كې بيخي هغه څيز مه خپروه، چې د عيب و ننګ لامل یې وي او وګړه يې له منځه وړي، هسې نه د الله تعالی په دې وينا كې راشې: ((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ. . .)).)) البته دا موضوع؛ لكه په محکمه كې د شهادت په څېر استثنات لري يا هغه ځاى، چې د بديو د منع كولو لپاره، د يوتن د بدكاريو له رابربنډولو بله څه لار نه وي[1506].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاء وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

21_ كه الهي لورنه نه واى؛ نو هېڅوك پاكېداى نشو: بېشكه د څښتن درښتن – فضل او لورنه ده، چې له ګناهونو د انسانانو د ژغورنې لاملېږي؛ ځكه الله تعالی هم عقل راپېرزو كړى او هم يې د رسول الله نعمت راكړى او هغه احكام، چې په وحې رالېږل شوي دي. پردې پېرزوينو سربېره، ځانګړي توفيقات يې، غيبي مرستې يې، چې وړ او ورته چمتو انسانان پكې رانغاړېږي، د پاكۍ او تزكيه خورا مهم لاملونه دي. د ((مَن يَشَاءُ)) (چې چا ته یې خوښه شي) غونډله د بې دليله مشيت او خوښې پر مانا نه ده؛ بلكې د بندګانو له لوري، چې هڅه نه وي، د الله تعالی له لوري ښيون او پېرزوينه نه كېږي. چې څوك دا لار غواړي، پكې ګام ږدي او جهاد كوي، الله تعالی يې لاسنيوى كوي او د شيطان له وسوسو يې بچوي او مطلوبې موخې ته يې رسوي. په بل تعبير، درښتن – فضل او الهي لورنه، كله تشريعي بڼه لري او د پېغمبرانو د بعثت، د ايماني كتابونو د نزول، د احكامو تشريع، زېري او ګواښونو له لارې وي او كله تكويني اړخ لري، چې د مانيزو او الهي مرستو له لارې وي. دلته يې دويم ډول په پام كې دى[1507]. له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((. . . هېڅوك (په يوازېتوب) په خپلو كړنو ژغورل كېداى نشي)) د حديث راوي وپوښتل: ان تاسې يا رسول الله (ص)؟! و یې ويل: ((ان زه؛ خو داچې الله تعالی مې په خپلې لورنې كې راونغاړي)).[1508]

((وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

22_ په مجازاتو كې د اسلام منځلاري: يو شمېر مفسرانو دې آيت ته يو شأن نزول روايت كړى، چې له تېرو آيتونو سره يې تړاو څرګندوي. دا آيت د يوې ډلې اصحابو په باب رانازل شوى، چې د افك له داستان روسته يې قسم وخوړ، چې په دې پېښه كې به له هېڅ ښكېل سره او هم هغوى چې دې ستر تور ته يې لمن وهلې مالي مرسته ونه كړي او په هېڅ ځاى كې به يې د حالاتو پوښتنه ګروېګنه و نه كړي. دا آيت رانازل شو او ددوى د سخت دريځۍ مخه يې ونيوه او د عفوې او تېرېدنې امر يې وكړ. قرآن حکیم هم په ځپنده آيتونو، د افك اصحاب سخت غندي او هم داچې افراطي وګړي له بريده وا نه وړي په درېيو غونډلو – چې يو تر بله زړه راښكوونكې او جذابې دي – ننګېرنې یې كابو كوي: ړومبى په عفوې او تېرېدنې امر كوي؛ بيا وايي: ((ايا نه مو خوښېږي، چې الله تعالی مو وبښي))؛ نو تاسې هم وبښئ او په پایله كې د ټينګار لپاره د الله تعالی د ((غفور)) او ((رحيم)) ځانګړنې او صفات يادوي؛ چې نه ښايي د خپل پالونكي له فرمانه سرغړونه وکړئ، الله تعالی چې ددې حکم آريز خاوند دى غفور (بښاند) او رحيم (لورين) دی، درته امر كوي، چې له مرستو لاس مه اخلئ؛ نو تاسې څه وايئ؟! بېشكه، د افك په پېښه كې ټول مسلمانان د مخكېنۍ دسيسې له مخې راښكېل نه وو، ځينې مسلمان ډولي منافقان يې بنسټګر ول او يو شمېر دوكه شوي مسلمانان ورپسې ولاړل؛ البته هغوى ټول ګرم ول؛ خو ترمنځ يې ډېر توپير و او نور نه بايد له ټولو سره يو رنګ چلېدلي واى. دا آيت ټولو مسلمانانو ته يو ستر لوست دى، چې د ځينو وګړيو د ګناه او ښویېدنو له لامله، نه بايد په سزا كې يې له منځلارۍ واوړي؛ نه ښايي له اسلامي ټولنې يې وشړو او نه بايد ورسره د مرستې كولو ورونه وتړو، چې يو مخې د دښمن په لمن كې ولوېږي او ملګري يې شي. په حقيقت كې دا آيتونه د اسلامي جاذبې (راكښون) او دافعې (لرې كونې) د انډول يوه انځورنه ده او تر ويينې لاندې آيت، چې د الله تعالی د عفوې، تېرېدنې، بښاندۍ او لورنۍ خبرې كوي، د جاذبې څرګندونكى دى[1509].

((الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ =))

26_ له زناكارانو سره د واده حرمت: له امام باقر او امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي، چې دا آيت د همدې سورت د درېيم آيت ((الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً)) په څېر دى؛ ځكه يوې ډلې هوډ وكړ، چې له زناكارو ښځو سره واده وكړي؛ خو الله تعالی له دې چاره منع كړل او دا كړنه يې ورته ناخوښه وګڼله.[1510]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ =))

((فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ= ))

27 او 28_ كورونو ته د ورننوتو د پرېښې – اجازې اخستو علت: بېشكه انسان دوه اړخونه لري؛ وګړنى او ټولنيز؛ نوځكه دوه ډوله ژوند لري: خصوصي او عمومي، چې هر يو ځانته ځانګړنې، آداب او مقررات لري. انسان ناچاره دى، چې د ټولنې په چاپېريال كې د جامو او تګ راتګ له اړخه ډېر قيودات وزغمي؛ خو ټول شواروز ورته ددې وضعې مراعاتول ستومانوونكې وي. غواړي په شواروز كې څه وخت ازاد وي، قيودات يوې خوا ته كړي، دمه وكړي، له خپلې كورنۍ او اولادونو سره ځانته خبرو اترو ته كېني او تر شوني بريده له دې ازادۍ ګټه واخلي؛ نوځكه خپل كور ته ځي او د نورو پر مخ د خپل كور ورتړي او له ټولنې څو ساعته خپل ژوند جلا كوي او له دې سره جوخت له هغو قيوداتو ازادېږي، چې له ناچارۍ يې پر ځان د ټولنې په چاپېريال كې زغمل. دادى چې بايد په دې ازاد چاپېريال كې، بسیا امنيت وي. كه داسې وي، چې هر څوك سر ورښكاره كړي او د امن پر چاپېريال يې تېرى وكړي، چې دا خو به هغه ازادي، دمه او هوساينه نه وي؛ نوځكه تل په دې باب د انسانانو ترمنځ ځانګړي آداب او دستورات ول. په يو حديث كې لولو، چې رسول الله (ص) به د چا كور ته تله، وره ته مخامخ نه درېده؛ بلكې ښي يا كيڼ لوري ته درېده او ويل يې: ((السلام عليكم)) هغه مهال پر وره د پردې ځوړندېدو دود نه و. [1511]

((لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ =))

29_ نامېشتي كورونه: له نامېشتو ګټورو كورونو مطلب هغه كورونه دي، چې د لنډ مهال اوسېدانې ګټې اخستو ته جوړ شوي دي؛ نوځكه څوك پكې په پنځیز – طبيعي بڼه نه اوسي؛ لكه مېلمستونونه، حمامونه، ژرندې او. . . كوم ځايونه چې ټولو ته جوړ شوي وي؛ نو ټول د ورننوتو پرېښه – اجازه ورته لري.[1512]

((قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ=))

((وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ=))

30 او 31_ د حجاب فلسفه: ځينو زموږ پېر د لغړتيا او جنسي آزادۍ پېر نومولى او لويديځ ځپلي، د نارينه او ښځو بې بندوباري ددې زمانې له ازاديو ګڼي؛ نوځكه د حجاب خبره پرې ښه نه لګي او كله يې د تېرو وختو يوه افسانه بولي؛ خو له دې بې قيدو شرطه ازادۍ، چې كو مې بې شمېره ستونزې راولاړې شوي؛ نو سوكه سوكه د حجاب د خبرې اورېدونكي پيدا شوي دي. مساله داده، چې ايا نارينه دې له ښځو (بې له كوروالي) د اورېدو، ليدو او لمس له لارې ګټه واخلي يا يې دا چار يوازې په مړونو پورې تړاو لري. اسلام وايي: له ښځو خوند اخستل يوازې په خپلو مړونو پورې اړه لري او بې له دې ګناه ده او ټولنه په بدكاريو اخته كوي. د حجاب فلسفه، كوم پټ څيز نه دى؛ ځكه: 1_ د ښځو لغړوالى، سينګارول او نازو نخرې، دا پايلې لري، چې نارينه په تېره ځوانان د همېشنۍ پارونې په يو حالت كې وي، چې دا يې د اروايي رنځو لاملېږي. 2_ پرېكنده شمېرنې ښيي، په نړۍ كې د لغړوالي له لامله طلاق مخ په زياتېدو دى، چې په دې بڼه كې د كورني غونډال ستنې مخ پر رانړېدو دي. 3_ د بدكاريو لمن پراخه شوې او حرموني ډېر زېږېږي، چې دا ټول د بد سترۍ پايلې دي او عوارض يې په تېره په لويديځو ټولنو كې بيخي بربنډ دي.[1513]

((وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =))

32_ واده؛ الهي سنت دى: سالم واده، يو فطري حكم او د پنځون له قانون سره همغږي ده، چې انسان د ځوځات پاينې، جسمي او روحي ارامتيا او د ژوند ستونزاواري ته اړتيا ورته لري. اسلام، چې له پنځون سره همغږی ګام اخلي، په اړه يې په زړه پورې تعبيرات لري. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې څوك واده وكړي، خپل نيم دين يې ساتلى دى او بايد په نيم نور كې الهي تقوا رعايت كړي)). جنسي غريزه د انسان غښتلې او سرغړانده غريزه ده، چې په يوازېتوب له نورو غريزو سره برابري كوي او بېلارېتوب يې، د انسان نيم ايمان په خطر كې غورځوي. له همدې لامله، په اړوند آيتونو او همدغسې ګڼ شمېر رواياتو كې، مسلمانان هڅول شوي، چې له یلغوزو – مجردانو سره په واده كې لاسنیوی وكړئ. له امام كاظم رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې، يو له هغوى درې ګونو ډلو، چې په قيامت كې د الله تعالی تر عرش لاندې دي، هغه ګڼل شوي، چې د خپل مسلمان ورور د واده وزلې چمتو كړي.[1514] په تېره په دې اړه د پلرونو دنده ډېره درنه ده؛ لكه چې له رسول الله (ص) په يو حديث كې لولو: ((چې د چا زوى د ودې منګ ته ورسي او د واده شونتيا يې لري؛ خو لاس پورې نه كړي او په پايله كې زوى په ګناه اخته شي؛ نو دا ګناه به دواړو ته وكښل شي)). بيا پر همدې دليل په ټينګه سپارښتنه شوې، چې مهر او د واده نورې چارې سپكې ونيسئ، چې یلغوزو – مجردانو ته د واده څه خنډ نه وي. له همدې لامله، په رواياتو كې، د ښځې دروند مهر يې، د سپېره توب يوه نښه ګنل شوې او داچې نشتمني او د مالي شونتياوو نشتون د واده نه كولو يو ټولیزه پلمه ده، قرآن حکیم يې په ځواب كې په ډاګه وايي، چې نشتمني د واده خنډېداى نشي؛ بلكې ډېر ځل واده د مړه خوا كېدو لاملېږي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((روزي، له مېرمن او اولاد سره ده)). بېشكه الهي مرستې د هغوى لاسنيوي ته ورځي، چې د خپلو انساني دندو د كولو او د ځان پاكۍ ساتنې ته واده كوي.[1515]

((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ =))

35_ د نور يا رڼا آيت: كه د الله سپېڅلي ذات ته له حسي ژویو تشبيه او تمثيل راوړو؛ نو بې د نور (= رڼا) له اصطلاح ورته څه نه مومو؛ هماغه الله تعالی چې هستي يې رڼا كړې او كه يوه شېبه خپله لورنه ترې واخلي، ټول د نېستۍ په تيارو كې ورډوبېږي. په زړه پورې خو داچې هر ژوی هماغومره رڼا ترې اخلي، چې څومره ورسره په اړيكه كې دى. قرآن حکیم نور دى؛ ځكه كلام يې دى او پېغمبران نور دی؛ ځكه استازي يې دي. كه نور په پراخه ماناو كاروو؛ يعنې هر څيز، چې ذات يې ښكاره او د نورو ښکاره كوونكى وي، بيا به يې سپېڅلي ذات ته د نور د کلمې كارول تشبیهاتي اړخ ونه لري؛ ځكه په پنځون كې څه ښكاره ترې نشته او بې له ده هر څه د ده د شتون له بركته ښكاره دي. قرآن حکیم د يوې ښكلې بېلګې په راوړو، د الهي نور څرنګوالى تشريحوي. ددې بېلګې څرګندونه داچې د مؤمنانو په زړونو كې د ايمان رڼا هماغه څلور لاملونه لري، چې په يوه بله ډيوه كې وي: ((مِصْبَاحٌ)) (ډيوه)، هماغه د ايمان وړانګې دي، چې د مؤمن په زړه كې ښكاره كېږي او د ښيون وړانګې ترې خپرېږي. ((زُجَاجَةٍ)) (پوكڼۍ)، د مؤمن زړه دى، چې په وجود كې يې ايمان تنظيموي. ((كَمِشْكَاةٍ)) (تاخچه) د مؤمن سينه يا يې د وګړې او پوهاويو ټولګه ده، چې ايمان يې د پېښو له توپانونو بچوي. ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ)) (د ښونه مباركه ونه)، هماغه الهي وحې ده، چې ځوښا يې بيخي پاكه او سوچه ده، چې د مؤمنانو ايمان پرې بلېږي. الله هماغه نور دى، چې اسمانونه او ځمكه رڼا كوي او د مؤمنانو د زړه له مركزه سر را پورته كوي او ټول وجود يې رڼا كوي. كوم دلايل يې، چې په عقل موندلي، د وحې له رڼا سره اخږل كېږي او د ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ)) مصداق ګرځي. دغسې، په دې الهي رڼا، وړ زړونه هدايت کېږي او په ((يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ)) كې رانغاړېږي. بايد د وحې رڼا د ختيزي او لويديزي كږلېچونو له ورماتېدو – چې یې د تتوالي لاملېږي – خوندي وي؛ داسې له هر ډول كږلېچه تشه او خالي وي، چې بل هېڅ څيز ته بې له اړتيا، د انسان د وجود ټول ځواکونه راټول او همغږي كړي او د ((يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ)) مصداق شي.[1516]

((رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ =))

37_ هغه ورځ، چې زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي: د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، چې قيامت، له حقايقو د پردې لرې كولو او د حقيقت د رابربنډېدو ورځ ده؛ لكه چې وايي: ((موږ دې (له سترګو) پرده لرې كړې؛ نو نن دې سترګې تېزې دي. (ق_22))) په پايله كې پر هغه ورځ، زړونه او سترګې له دنيوي مشاهدو، چې غير الله يې ليده او الله يې هېراوه او حقيقت يې پټاوه اوړي او بله بڼه خپلوي. پر هغه ورځ، ليدل يوازې د ايمان په رڼا شونې دي او مؤمنانو، چې په دنيا كې دا رڼا په خپل باطن او دننه كې ساتلې وه، په راښکاره كېدو يې خپل لار مومي او د خپل پالونكي په لطف او كرامت ويني؛ لكه چې وايي: (((دا ستره بدله) پر هغه ورځ ده، چې مؤمنان او مؤمنانې به ووينې، چې رڼا به يې په مخكې او ښې خوا ته ځغلي (حديد_12))). هم وايي: (((هو!) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ (غوړېدلي) وي او د خپل پالونكي په (لطف او كرامت) به ويني (قيامت_ 22 او 23)))؛ خو كافرانو، چې په نړۍ كې دا رڼا نه درلوده؛ ړانده به وي؛ لكه چې د اسرا سورت په 72 آيت كې لولو: ((او چې څوك په دې نړۍ كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي))؛ نو د سترګو او زړونو اوړېدل رااوړېدل مؤمنانو او كافرانو دواړو ته دي؛ خو الهي نارينه (چې آيت يې په اړه خبره كوي) ددې اوړېدو را اوړېدو له دويم ډوله ډارېږي.

((وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ =))

((أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ =))

39 او 40_ په بېديا كې سراب يا په ژور سمندر كې تياره: الله تعالی په تېرو آيتونو كې د مؤمنانو وضعيت او ښې پايلې څرګندې كړې، اوس په دې آيتونو كې د دوو بېلګو په ښوولو د كافرانو وضعيت او پايلې ورسره پر تله كوي. 39 آيت، د كافرانو شركي كړنې او عبادات له سراب سره ورته كړي او كافران هغه تږي، چې اوبه غواړي او خوندورې اوبه ورسره دي؛ خو مخ ترې اړوي او خپل مشر ته چې خير يې غواړي او اوبو څښلو ته يې بولي، څه توجه نه كوي؛ بلكې سراب اوبه ګڼي او ورځي. بلخوا، د مرګ وخت، چې د كړنو د پاى زمانه ده، داسې انځور شوې، چې تږى، سراب ته وررسي؛ خو اوبه نه مومي؛ بلكې هغه خيرخوا سړى ويني، چې دى يې خوندورو اوبو ته باله. هو! كافران د الله تعالی د ياد او د صالحو كړنو پرځای (چې دوى يې الهي رڼا او ابدي نېكمرغۍ ته رسولاى شوو(بوتانو او شركي كړنو ته لاس واچو (چې په اند يې نېكمرغي يې پكې ده) او خپل عمر يې پكې تېر كړ؛ خو چې مرګ يې راوررسي او پر آخرت پوه شي؛ نو پر هغه مهال خو د بوتانو څه خبره نه وي او پوهېږي، چې د چارو پايله يې د هستۍ له خالق سره ده؛ حال دا د الله تعالی خوشحالولو ته يې په لاس كې څه نشته. په 40 ايت كې، كافران د كړنو له پلوه، له هغه سره ورته شوى، چې په يوه پراخ او تياره سمندر كې د ګرځېدو پر حال دى، داسې سمندر، چې غونډۍ غونډۍ تورو وريځو او درونو څپو پرې داسې تياره ور خپره كړې وي، چې مسافر لمر، سپوږمۍ او ستوري ليداى نشي، په مازې تيارې كې وي او هېڅ رڼا نه ګوري، چې ځان پرې د ژغورنې کڅ – ساحل ته ورسوي. هو! د كافرانو پر زړونو د ناپوهۍ او ګناه ډول ډول پردې داسې خپرې دي، د دوى زړونه يې د ښاندې – معرفت له رڼا تش كړي او د رڼا د ورننوتو لار ورته نشته.[1517]

41_ د هستۍ د موجوداتو تسبيح: وګورئ: اسراء_ 44آيت.

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاء وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاء يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ =))

43_ په اسمان كې غرونه: په دې آيت كې د ((جبال)) په باب څو نظره شته، پاموړ يو نظر دا دى، چې په اسمان كې د وريځو كتلې د غرونو په څېر دي، كه څه له ښكته ورته ګورو، هوار معلو مېږي؛ خو كه الوتكه پر وريځو له پاسه روانه وي؛ نو مسافر دا منظره په خپلو سترګو ويني، چې وريځې د غرونو، درو او لوړو ژورو په څېر دي او د ځمكې د سطحې په څېر ډېرې نا هموارۍ او لوړې ژورې لري او له دې اړخه د ((جبال)) نومونه ورته مناسبه ده.[1518]

((وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

45_ اوبه؛ د خځندو لومړۍ ماده: داچې په دې آيت كې ((ماء)) كومو اوبو ته اشاره ده، مفسرانو پرې خبرې اترې كړي. په دې كې، دوه نظره سم برېښي: 1_ منظور، د څاڅكي اوبه دي. ددې تفسير ستونزه دا ده، چې ټول خځندګان، د څاڅكو له اوبو نه راپيدا كېږي؛ ځكه یو ژوندنکیز – وحید الحجروي څاروي او ځينې نور، چې د خځندو (دابة) مصداق دي، د ژوندينكو په ويش رامنځ ته كېږي، نه په څاڅكي؛ خو داچې وويل شي، پورته حكم ډوليز (نوعي) اړخ لري، نه عمومي. 2_ منظور، د ړومبي موجود پنځون دى. د ځينو اسلامي رواياتو له مخې، هم اوبه ړومبى موجود دى، چې الله تعالی پنځولي او ورپسې يې انسانان پيدا كړي، همداراز د نوې علمي فرضيې له مخې د ژوند ړومبۍ زخه په سمندرونو كې پيدا شوې ده.[1519]

((وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ . وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ . وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ . أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ))

47 تر 50_ منافقان؛ د خپلو ګټو په لټه كې دي، نه داچې الله تعالی او رسول (ص) ته يې غاړه ايښې وي: مفسرانو دې آيتونو ته دوه شأن نزوله ياد كړي: 1_ يو منافق له يو يهودي سره شخړه درلوده. يهودي، په ظاهر مسلمان منافق د رسول الله منځګړتوب ته راوباله؛ خو منافق و نه منله او د كعب بن اشرف يهودي منځګړتوب ته يې راوباله. د ځينو رواياتو له مخې، په ډاګه يې وويل، چې شونې ده ((محمد)) مو په اړه عدالت و نه كړي، آيت رانازل شو او دا ډول وګړي يې سخت وغندل. 2_ يو صحابي له علي کرم الله وجهه سره د پېرلې ځمكې پر سر لانجه وكړه؛ ځكه په ځمكه كې ډېرې تېږي راووتې او پېرونكي د خرابې ځمكې په نامه بېرته وركوله؛ خو علي کرم الله وجهه نه منله او و یې ويل: رسول الله مو دې (ص) ترمنځ منځګړتوب وكړي. حكم بن ابى العاص، چې يو منافق و، پېرونكي ته وويل: دا چار مه كوه؛ ځكه كه يې د تره زوى (؛ يعنې پېغمبر) ته ورشې، كټ مټ يې پر ګټه منځګړتوب كوي. دا آيت رانازل شو او سخت يې وغانده.[1520]

((وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ =))

52_ رښتونى بريمن: له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي، چې ((له دې آيته مطلب، علي کرم الله وجهه دى)). بېشكه علي کرم الله وجهه د آيت خورا څرګند مصداق دى؛ خو عموميت يې مفهوم له منځه نه وړي.[1521]

((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ =))

55_ د مهدي عليه السلام د راښكاره كېدو پېر؛ د الهي دين د مطلقې واكمنۍ او د پالونكي د نږه نمانځنې پېر دى: مفسرانو ډېرې خبرې كړي، چې دا آيت د كومو كسانو او كو مې واكمنۍ په باب خبره كوي. ځينې يې، د رسول الله د اصحابو په باب بولي او انګېري، چې د آيت د وعدې پلي كېدنه؛ يعنې پر ځمكه د مؤمنانو واكمني، هماغه ځواكمني او دبدبه ده، چې اسلام د رسول الله (ص) تر وفات روسته د راشدينو خلفاوو په پېر كې ترلاسه كړه. ځينې، په آيت كې د رسول الله ټول امت رانغاړي بولي او له واكمنۍ مطلب، د اسلام د دين واكمني او مسلمانانو ته د امنيت راوستل يا تر رسول الله (ص) روسته؛ د اسلامي خلفاوو واكمني، د دښمنانو ماتې او د مسلمانانو بېلابېلې برياووې ګڼي؛ خو ډېرى مفسران (د اهل بيتو له امامانو د متواترو رواياتو له مخې) ګروهن دي، چې له دې الهي وعدې مطلب، د اسلام نړيواله واكمني ده، چې امام مهدي به يې رامنځ ته كوي او نړۍ به يې په مړانه او همت له عدله ډكه شي؛ لكه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده. د آيت په باب د مفسرانو په نظرياتو كې، روستی نظر تر ټولو سم دى؛ ځكه كه په آيت كې وړ تدبر وشي، دې پايلې ته رسوو، چې دغسې يوه پاكه ټولنه، چې آيت په ارزښتمنو او سپېڅليو ځانګړنو ياده كړې، د رسول الله (ص) د بعثت له وخته تر ننه جوړه شوې نه ده. الله تعالی په آيت كې له نېكچاريو مؤمنانو سره ژمنه كړې، چې ډېر ژر به داسې يوه ټولنه ورته رادبره كړي، چې په ټوله مانا به صالح وي او د كفر، نفاق او فسق له تورو او ننګينو داغونو به پاكه وي او د ټولنې د وګړيو پر ګروهو او كړنو به يوازې حق دين واكمن وي، په امنيت كې به وسي او له دننني او بهرني دښمنه به نه ډارېږي. هو! كه دا ټولنه كوم مصداق ولري (چې د الله تعالی د ژمنې له مخې يې هرو مرو لري) د امام مهدي اخر الزمان د راښكاره كېدو په پېر كې به وي؛ ځكه له رسول الله (ص) نه او د اهلبيتو له امامانو د دغسې يوې ټولنې د جوړښت په باب پرله پورې او متواتر روايات راغلي، چې د آيت له موخو سره سرخوري. له امام سجاد روايت شوى، چې دا آيت یې ولوست، و یې ويل: [ پر الله تعالی قسم، دوى زموږ د اهلبيتو لارويان دي، چې الله تعالی به يې په باب خپله ژمنه زموږ په يوه تن عملي كړي او هغه ددې امت مهدي دى؛ هغه چې رسول اكرم (ص) يې په اړه ويلي دي: ((كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي، الله تعالی دا ورځ هومره غځوي، چې له كورنۍ مې همنامى راپاڅي او ځمكه له عدل دومره ډكوي؛ لكه چې له ظلمه، چې ترخولې راغلې وه))[1522]].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ =))

58_ د مورو پلار ځانګړي ځاى ته د ورننوتو اجازه اخستل: د ناپاكلمنۍ د كړنو په څېر د ټولنيزو مفاسدو د جرړو را ايستو لار نه ښايي يوازې د حدودو په پلي كولو او كوړو وهلو بسيا وكړو؛ بلكې بايد په روزنيزو، فرهنګي او اخلاقي زده كړو يې مخنيوى وكړو او روغ رمټ چاپېريال رامنځ ته كړو او بيا ددې لاملونو ترڅنګ د سزاګانو لاملونه هم په پام كې ونيسو. په همدې دليل، دا سورت، چې په رښتینه كې د عفاف او پاكلمنتوب سورت دى، زناكار او زناكارې ته يې د كوړو وهلو له سزا پيل كړى او ورپسې د سالم واده د وزليو چمتو كول، اسلامي ستر ته پاملرنه، سترګې كابو كول او په پاى كې يې اوڅار كړي، چې اولادونه دې د مورو پلار ځانګړي ځاى ته د ورننوتو اجازه واخلي. چوپړيالان هم دنده لري، چې د كور خاوند خونې ته د ورننوتو لپاره د كور له خاونده اجازه واخلي. نابالغو کوشنينانو ته (چې تل له مورو پلار سره وي) هم بايد ورزده كړاى شي، چې لږ تر لږه درې وخته (د ګهيځ تر لمانځه مخكې، د ماسخوتن تر لمانځه روسته او ماسپښين، چې مورو پلار ويدېږي) بې اجازې ور نشي. د ځينو ساده اندو پرخلاف جوته شوې، چې کوشنيان، له دې چارو سره ډېر حساسيت لري او كله كېږي، چې د مورو پلار سرسري نيونه او د کوشنيانو د هغو منظرو كتنه، چې نه ښايي و یې ګوري، د اخلاقي بې لاريو او كله د اروايي رنځو پيلامه شوي دي. په زړه پورې داچې له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هسې نه ماشوم په زانګو كې درته ویني او كوروالى كوئ[1523])).

((وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ =))

60_ بوډيو ته د ستر حكم: بوډۍ د حجاب له حكمه استثنا شوي، چې په دې باب اسلامي پوهان يوه خوله دي؛ ځكه قرآن حکیم پخپله دا مطلب ويلى دى؛ خو په خصوصياتو او ځانګړتياوو كې يې لږو ډېر نظريات شته، چې ددې ټولو نظرياتو ټولګه يو واقعيت ته اشاره كوي او هغه داچې ښځې داسې عمر ته رسي، چې معمولاً څوك ورسره واده نه كوي، كه څه شونې ده، په ندرت دغسې ښځې په واده لاس پورې كړي. د بدن څومره برخه، چې جایز ده ښكاره يې كړي، په باب یې په اسلامي احاديثو كې ډول ډول تعبيرات راغلي دي، حال دا، قرآن حکیم سر تړلي ويلي، چې توپير نه لري خپل پړوني كېدي او البته په ظاهره دا تعبير پړونو ته روا دى. دا ټول په هغه حال كې دي، چې ځان ښكلى او سينګار نه كړي. همداراز بايد خپله پټه ښكلا (چې پر نورو هم فرض ده، پټه يې كړي) پټه وساتي او داسې ښكلې جامې وانه غوندي، چې پام ور اړوي.[1524]

((لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا مِن بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون =))

61_ د كومو كورونو خواړه دې وخوړل شي؟: پکاره ده، چې ددې آيت ځينې غونډلې څرګندې شي: الف_ ((پر ړانده، ګوډ او رنځور، څه ګناه نشته(چې خواړه درسره وخوري))): د ځينو رواياتو له مخې، مدينوالو، تر اسلام وړاندې، ړانده، ګوډ او رنځوران له ځان سره پر دسترخوان نه كېنول او يوځاى ډوډۍ خوړل يې ورسره ښه نه ايسېدل؛ خو تر اسلام روسته يوې ډلې دغسې وګړيو ته جلا خواړه وركول؛ خو نه په دې علت، چې بد يې راتلل؛ بلكې په دې دليل، چې ښايي ړوند، ښه خواړه ونه ويني او دوى يې وويني او و يې خوري، چې دا يو نااخلاقي چار دى؛ يا شونې ده، ګوډ او رنځور په خوړو كې روسته پاتې شي او روغ مخكې وخوري، چې دا هم يو نااخلاقي چار دى[1525]. ب_ ((او هم پر تاسې څه ګناه نشته، چې له خپلو كورونو. . . . يا د خپلو دوستانو له كورونو خواړه وخورئ)): دې آيت مؤمنانو ته دا حق وركړى، چې د خپلو خپلوانو د كورونو خواړه وخوري يا د هغو كورونو، چې ورسپارل شوي يا يې د خپلو دوستانو له كورونو وخوري؛ خو د اړتيا هومره، نه په اسراف[1526] او په دې كې اجازه اخستل ترې شرط نه دي؛ ځكه په اجازه خو د هر چا خواړه خوړاى شو او همداچې د كور خاوند رضا شي، كافي ده[1527]. ح_ ((او څه ګناه درباندې نشته، چې په ګډه يا بېلابېل خواړه وخورئ)): روايت شوى، چې په جاهليت كې يوې ډلې په يوازې ځان خواړه خوړل ننګ باله ان ګرځېده به (سره له دې، چې سخت وږى به و) چې څوك پيدا كړي، چې خوراك څښاك ورسره وكړي؛ خو په اسلام كې دواړو ډولونو (وګړني او ډله ييز) خوړو ته اجازه وركړه شوه او دا آيت په دې اړه رانازل شوى دى. [1528]

61_ چې يو كور ته ورننوتئ؛ نو پر ځان سلام واچوئ: له دې غونډلې منظور، پر هغه سلام اچول دي، چې په كور كې وي؛ البته ويلي یې نه دي: ((پر كور والا سلام واچوئ))، موخه داده، چې د مسلمانانو خپلمنځي يو رنګتوب وښيي؛ ځكه ټول انسانان دي او الله تعالی له يوه پلارو موره پنځولي، پر دې سربېره، چې ټول مؤمنان دي او ايمان يې د راټولېدو لامل شوى او يو رنګ كړي يې دي او د مؤمنانو ايماني تړاو، تر كورني او نورو تړاوونو خورا ټينګ او پياوړى دى. ځينې مفسران دا آيت هغو كورونو ته په اشاره بولي، چې څوك پكې نه وسي؛ نو ښه ده، چې انسان د ورننوتو پرمهال پردې عبارت پر ځان سلام وكړي[1529].[1530]

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

62_ په مهمو كړلارو كې د نشتون په پار له رسول الله (ص) نه اجازه اخستل: په ځينو رواياتو كې لولو، چې دا آيت د ((حنظلة بن ابى عياش)) رضى الله عنه په باب رانازل شوى، چې د احد د غزا پر شپه يې له رسول الله نه د واده اجازه واخسته. رسول الله (ص) او اصحاب (رضى الله تعالى عنهم) يې د جګړې په هكله په سلامشوره لګيا وو. حنظله (رض) پېغمبر ته ورغى او و یې ویل: كه رسول الله(ص) اجازه وركړي، چې دا شپه له خپلې مېرمن سره تېره كړي. رسول الله (ص) اجازه وركړه. ګهيځ يې دومره په جهاد كې ګډون ته بيړه وه، چې غسل يې ونه كړ او پر هماغه حال يې د غزا ډګر ته ورودانګل او په پاى كې شهيد شو. رسول الله(ص) يې په اړه وويل: ((پرښتې مې وليدې، چې حنظله ته د اسمان او ځمكې ترمنځ غسل وركوي))، له دې لامله تردې روسته، حنظله پر ((غسيل الملائكه)) (هغه چې پرښتو غسل وركړى) مشهور شو.[1531]

((لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ =))

63_ يو د بل په څېر رسول الله(ص) ته غږ مه كوئ: دې غونډلې ته دوه تفسيرونه ويل شوي: يو داچې د رسول الله بلنه د نورو د بلنې په څېر مه بولئ. كه يوې موضوع ته یې راوبللئ، هرو مرو يوه مهمه الهي او ديني موضوع ده؛ نو بايد با اهميته يې وګڼئ. بلنې يې سرسري مه نيسئ، چې حكم یې د الله تعالی حكم او بلنه يې د پالونكي بلنه ده. دويم داچې رسول الله(ص) ته غږ كوئ؛ نو له مقام سره یې وړ په ادب او درناوي ورغږ كړئ؛ نه لكه چې يو بل ته غږ كوئ؛ ځكه هغوى چې له اسلامي ادب سره اشنا نه ول، رسول الله(ص) ته چې ورتلل په ډله يا يوازېتوب يې ((يا محمد. . . يا محمد)) ويل؛ داسې، چې له يو ستر آسماني مشر سره وړ نه و. د آيت موخه دا ده، چې د ((يا رسول الله)) او ((يا نبي الله)) او په معقول او ادبناك وينا ورغږ كړئ[1532]. په زړه پورې خو داچې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې د حضرت فاطمة الزهرا له خولې لولو: چې دا آيت رانازل شو؛ نو د الله تعالی استازي ته مې له ((يا ابة)) (پلاره) ويلو ډډه وكړه او ((يا رسول الله)) مې وايه. . . بيا رسول الله راته وويل: ((پلار راته وايه، چې زړه مې پرې ژوندى او الله تعالی ښه خوشحالېږي)).[1533]

سورة الفرقان

د فرقان سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له درېيو برخو جوړېږي: د سورت پيل د مشركانو پلمه اوڅار كړې، ځواب وركوي، د الله تعالی له عذاب، حساب، قيامت او د دوزخ له دردناكو سزاګانو يې ډاروي او د تېرو اقوامو د حالاتو يوه برخه څرګندوي. په دويمه برخه كې، ددې ويينې پوره كولو ته په هستۍ كې د توحيد دلايل او د الله تعالی د ستریا نښې ويل شوي. په روستۍ برخه كې د رښتینو مؤمنانو او د الله تعالی د نږه بندګانو ځانګړنې په نچوړ هر اړخيزې ويل شوي دي.[1534]

((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا =))

1_ قرآن حکیم؛ د حق او باطل بېلوونكى: ((فرقان))؛ يعنې بېلوونكى او په دې آيت كې مطلب ترې قرآن حکیم دى؛ ځكه قرآن حکیم په بشري ژوندانه كې له باطلو د حق بېلولو غوره وزله ده. قرآن حکیم، د ګروهو، اندونو، قوانينو، احكامو، آدابو او اخلاقو په باب مزبوته كچه ده.[1535] له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((چې فتنې د تپې تيارې شپې په څېر درخپرې شوې؛ نو قرآن حکیم ته پنا يوسئ)).[1536] پاموړ خو داچې د پالونكي د ذات مبارك والى، د فرقان په نزول (؛ يعنې هغه قرآن حکیم، چې له باطلو ځنې د حق بېلوونكى دى) معرفي شوى دى او دا راښيي، غوره او اوچت خير او بركت دادى، چې انسان له باطلو ځنې د حق پېژندو وزله ولري[1537].

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاؤُوا ظُلْمًا وَزُورًا=))

((وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا =))

4 او 5_ له نورو د قرآن حکیم زده كړه؛ پر رسول الله (ص) يو تور: په ځينو رواياتو كې راغلي، چې له ((نورو ډلو)) د كافرانو منظور، د ((عَداس))، ((يَسار)) او ((حبر)) په نامو درې تنه يهوديان ول، چې پر تورات پوهېدل، اسلام يې راووړ او رسول الله به يې پوښتنې او احوال اخستو ته ورتله. كافرانو له دې موضوع ځنې ناوړګټنه وكړه او رسول الله(ص) يې په هغو تورونو تورن كړ، چې په دې آيتونو كې راغلي دي. (نمونه، 15: 180 مخ) كافرانو په څو لنډو غونډلو كې، پر قرآن حکیم څو كمزوري ټكي وروتپل: ړومبى داچې قرآن حکیم كوم نوى مطلب نه لري او يو موټى تېرې افسانې دي. بل داچې پېغمبران يوه ورځ هم بې د نورو له مرستې خپل چار غځولاى نشي؛ بايد ګهيځ و ماښام مطالب ورته املا شي او دى يې وكښي. بل داچې لیك لوست كړاى شي او كه وايي سبق مې ويلى نه دى؛ نو دا سمه نه ده. په دې تورونو يې خلك له پېغمبره لرې كول، حال دا، كوم عقلمن، چې په هغې ټولنه كې اوسېدل، ښه پوهېدل، چې د اسلام رسول الله له چا زده كړه كړې نه ده او كه هره ورځ له بل الهام واخلي؛ نو دا خو څه پټېدونكى چار نه دى. پردې سربېره، د قرآن حکیم آيتونه، په سفر و حضر او ډول ډول حالاتو كې پرې رانازلېدل. پردې سربېره، قرآن حکیم د تېرو پېغمبرانو د ژوند پر حالاتو سربېره، د ګروهيزو، اخلاقي، احكامو او قوانينو په باب ډېر مطالب لري او بيا هم په قرآن حکیم كې، چې د تېرو پېغمبرانو په باب څه ويل شوي، په اړول شويو تورات او انجيل او د عربو په افسانو كې له راغليو مطالبو سره ورته والى نه لري او كه له قرآن حکیم سره يې پرتله كړو؛ نو حقيقت به ښه څرګند شي.[1538]

((تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاء جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا =))

10_ الله تعالی خپل استازي ته د كافرانو له ويلو ښه وركولاى شي: په تېرو آيتونو كې كافرانو پر رسول الله د نيوكو په ترڅ كې ويل، چې ولې له اسمانه پرې يوه زېرمه رالېږل شوې نه ده يا د مېوو بڼ نلري. دا آيت يې په ځواب كې وايي، چې الله تعالی تردې ښه وركولاى شي؛ خو دا يې دود نه دى[1539]. په دې آيت كې له بڼ او ماڼۍ مراد، په نړۍ كې بڼ او ماڼۍ دي او نه په آخرت كې؛ يعنې الله تعالی په همدې نړۍ كې خپل پېغمبر ته د كافرانو له ويلو ښه وركولاى شي[1540].

(ذعلب یماني له احمد بن قتیبة، له عبدالله بن یزید، له مالک بن دحیه روایت کړی، چې حضرت علي د خلکو ترمنځ د توپیرونو د لامل په باب وپوښتل شو؛ نو و یې ویل:)

((د خلکو ترمنځ د توپیرونو لامل یې د بېلابېلو خټو له لامله دي؛ ځکه خلک په پیل کې د تروې او خوږې، سختې او نرمې خاورې له جوړښت او تړښته ول؛ نوځکه خلک د خپلو خاورو د نژدېوالي په کچه یو له بل سره نژدې دي او د لرېوالي هومره یې یو له بله لرې او توپیر لري[1541]؛ نو یو ښکلی او کم عقله دی، بل لوړ او کم همته دی، بل بدرنګ او نېکچاری دی، بل لنډ او ځیرک دی[1542]، د بل خټه پاکه؛ خو بدچاری دی. د بل زړه ښه دی؛ خو عقل یې ګډوډ دی او د هغه بل ژبه خوږه؛ خو هوښیار او په زړه پوه دی[1543].

((إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا =))

12_ د دوزخ تاو او غرهار: په دې آيت كې ګڼ شمېر او څرګند تعبيرات دي، چې د الهي عذاب سختوالى راڅرګندوي: 1_ نه وايي هغوى له لرې د دوزخ اور ويني؛ بلكې وايي اور هغوى ويني؛ ته وا سترګې او غوږونه لري او دې ګناهګارانو ته سترګې پر لار دی. 2_ اور اړتيا ورته نه لري، چې ورنژدې شي، چې په غرهار شي؛ بلكې له لرې واټنه (چې د رواياتو له مخې، د يو كال لار ده،) له غوسې غرهار كوي. 3_ دا سوځنده اور په ((تغيظ)) ياد شوى؛ هغه حالات، چې انسان خپله غوسه په تاو او غرهار ښكاره كوي. 4_ د دوزخ اور ته ((زفير)) ويل شوى. هغه حالت، چې انسان په پرشهار خپله ساه وباسي او پښتۍ يې كښته پورته كېږي. دا د انسان د خورا غوسې حالت دى. ددې حالاتو ټوله ښيي، د دوزخ سوځنده اور د داړن او وږي څاروي په څېر، چې خپل ښکار ته سترګې پر لار وي، ددې ډلې انتظار كاږي[1544].

((وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاء أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ=))

((قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنبَغِي لَنَا أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاء وَلَكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَآبَاءهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا =))

17 او 18_ دلته له معبودانو مطلب څوك دی؟: ددې پوښتنې په ځواب كې، د مفسرانو په منځ كې دوه تفسيره مشهور دي: لومړى داچې منظور (د مسيح په څېر) انساني یا د (پيري په څېر) شيطاني يا پرښتې معبودانې دي، چې هر يو د مشركانو يوې ډلې نمانځل او داچې دا معبودان عقل، شعور او ادراك لري؛ نو پوښتل شوي او د غاړې خلاصولو او د مشركانو د دروغو د ازبادولو لپاره چې وايي موږ دوی خپلې نمانځنې ته رابللي وو، ترې پوښتل كېږي، چې ايا دغسې يوه خبره سمه ده او دوى په ډاګه د مشركانو وينا دروغ بولي. دويم تفسير دادى، چې الله تعالی پر هغه ورځ، بوتانو ته يو ډول ژوند او شعور وركوي، چې ترې پوښتل كېداى او لازم ځواب وركولاى شي او ووايي، موږ خو بېلارې كړي نه دي؛ بلكې پخپله په شهواتو او ښاڅمنۍ – غرور كې د ډوبېدو له لامله بېلارې شول. په آيت كې شته قراين او نښې، له لومړي تفسير سره ډېر همغږي دي؛ ځكه فعلونه او ضماير ښيي، خبره له عقلمنو او با شعورو سره ده او دا د مسيح او پرښتو په څېر معبودانو سره متناسبه ده.[1545]

((وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا =))

20_ پېغمبران؛ د خلكو د ازمېښت وزلې: په تېرو آيتونو كې راغلي، چې كافرانو پر پېغمبر نيوكه كوله، چې ولې د نورو انسانانو په څېر خوري، په بازارونو كې ګرځي راګرځي او ولې له مادي پلوه، ځانګړې ځانګړنې نه لري. دا آيت يې په ځواب كې وايي، چې د الله تعالی د پرېكنده قانون له مخې، دا نړۍ د واك او ازمېښت نړۍ ده او خلك له بېلابېلو لارو ازمېښتېږي او الله تعالی ځينې خلك، په ځينو ازمېښتوي. په همدې لړ كې، پېغمبران – چې په توکیز یا مادي ژوند كې له خلكو سره ګډ دي – د خلكو ازمېښت وزلې دي، چې شكمن له ايمانوالو او د ځاني غوښتنو لارويان – چې د حق تراخه زغملاى نشي – له حقپالو – چې د الله تعالی په اطاعت او لار كې زغمناك دي- څخه بيل شي[1546]؛ ځكه د ډېرى خلكو ښه نه راځي، چې د خپل همډولي ومني؛ په تېره هغه چې د توکیزو اسانتیاوو له پلوه په ټيټه كچه وي او هغوى ترې په لوړه كچه وي يا يې عمر ترې ډېر وي يا په ټولنه كې نوموتي وي[1547]. د اسرا سورت په 94 آيت كې هم لولو: او د ښيون (او لارښوونو) تر راتلو روسته يواځېنى څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و (چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې) وويل: ((ايا الله تعالی يو بشر د استازي په توګه رالېږلى دى؟!))

((وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاء بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا =))

25_ پر هغه ورځ، چې اسمانونه څېرول كېږي: دا آيت د مشركانو يوې غوښتنې او پلمې ته ځواب وركوي. تمه يې درلوده، چې – د افسانو له مخې- الله تعالی او پرښتې په وريځو كې ورشي او حق ته يې راوبولي. د يهودو په افسانو كې هم راغلي، چې الله تعالی د وريځو په ترڅ كې راڅرګندېږي. قرآن حکیم يې په ځواب كې وايي: يوه ورځ به پرښتې ورشي؛ خو پر كومه ورځ؛ پر هغه ورځ، چې ددې بد چاريو سزا راورسي او چټياتو ته يې د پاى ټكى ږدي. ځينو مفسرانو ويلي، چې له اسمان څيرولو مطلب، د شهادت نړۍ د اسمان څيرېدل، د ناپوهۍ د تيارو يوې خوا ته كېدل او د غيبو د نړۍ راښكاره كېدل دي. پر هغه ورځ انسان داسې ليد او پوهه پيدا كوي، چې تر ننه ډېر توپير لري؛ پردې يوې خوا ته كېږي او هغه پرښتې ګوري، چې له پاسنۍ نړۍ راكېووځي.[1548]

((وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا=))

((يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا =))

27 او 28_ د انسان په برخليك كې د ملګري ونډه: په 27 آيت كې لولو: ((كاشكې (د الله تعالی) د استازي لار مې نيولې واى)) او په ورپسې آيت كې راغلي: ((كاشكې له فلاني (بېلاري) سره مې ملګرتوب كړى نه واى))، ټوله بدمرغي مې په دې پار ده، چې له رسول الله سره مې اړيكه پرې او له دې بېلارې ملګري سره مې اړيكه ټينګه وه[1549]. له دې آيتونو ښه څرګندېږي، چې د بېلاريو د بېلارۍ آريز لامل له ځانپالو او د شيطان له دوستانو سره ملګرتوب دى. تجربه هم دا مطلب څرګندوي[1550]. انسان هرومرو اغېزمنېدونكى دى او د خپلو ملګرو له اندونو اغېزمنېږي. د اسلام له نظره دا اغېزمني تردې بريده ده، چې له علي کرم الله وجهه يو روايت دى: ((كه پر چا شكمن شوئ او د ده دين (او لار) مو و نه پېژانده؛ نو ملګرو ته يې پام وكړئ؛ كه دينوال او د الله تعالی د قانون لاروی وي؛ نو دا هم د الله تعالی د دين لاروى دى او كه پر الهي دين نه وي؛ نو دا هم له حق دينه برخمن نه دى)) په رښتيا كله د يو انسان په نېكمرغۍ او بدمرغۍ كې د ملګري ونډه تر هر لامله خورا مهمه وي؛ كله يې د نېستۍ تر بریده رسوي او كله يې د وياړ څوكې ته. له امام جواد رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((د بدچاري له ملګرتوبه ډډه وكړه، چې لغړه توره ده، ظاهر يې ښكلى او اغېز يې خورا ناوړه دی[1551]))

((وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقرآن حکیم مَهْجُورًا =))

30_ خلكو قرآن حکیم پرېښى دى: په دې آيت كې، له قرآن حکیم سره د كافرانو د چلن په هكله د اسلام د رسول الله خپګان او شكايت څرګند شوى دى. د پېغمبر دا شكايت نن هم مصداق لري، چې ډېری مسلمانانو قرآن حکیم هېر كړى؛ هغه قرآن حکیم، چې د ژوندانه رمز، د ژغورنې وزله، د خوځښت، پرمختګ، او بريا لامل او د ژوند له كړلارو ډك دى او ان دې مسلمانانو د مدني او جزايي قوانينو لپاره نورو ته لاس ورغځولى دى. كه اوس هم د ډېرى اسلامي هېوادونو وضعيت ته په تېره هغوى چې د ختيځ يا لويديځ تر فرهنګي اغېز لاندې دي، ووينو؛ نو ګورو، چې قرآن حکیم پكې د يو تشريفاتي كتاب بڼه خپله كړې. يوازې په خپلو رسنيو كې د تكړه قاريانو قرائت خوروي او د جوماتونو په كاشي كاريو كې يې آيتونه ځاى پرځای كړي او د نوي كور د پرانستو، يا د مسافر د خونديتوب، د رنځورانو درملنې او زیات ثواب ته يې د لوست لپاره كاروي. په ځينو اسلامي هېوادونو كې يې د قرآن حکیم حفظ او قرائت ته مدرسې جوړې كړي او ګڼ شمېر نجونې او هلكان د قرآن حکیم پر حفظ بوخت دي؛ حال دا اندونه او قوانين يې له پرديو اخستي. هو! نن هم رسول الله شكايت كوي، چې ((پالونكيه! قوم مې قرآن حکیم پرېښى دى[1552])).

((وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَلِكَ كَثِيرًا =))

 38_ أَصْحَابَ الرَّسِّ: د اسحاب الرس په باب له امير المؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه يو اوږد روايت راغلى، چې لنډيز يې دا دى: هغوى يو قوم و، چې د صنوبر ونه يې نمانځله او ((پاچا ونه)) يې ورته ويله. د ولس اباد ښارونه يې درلودل، چې د ((رس)) سترې ويالې پر غاړه پراته ول. د ښارونو نامې دا وې: ((آبان، آذر، دى، بهمن، اسفند، فروردين، اردیبهشت، خرداد، مرداد، تير، مهر او شهريور)) عجمو د خپل كال د مياشتو نامې له همدې اخستې دي. د صنوبر ونې د درناوي په پار يې تخم په نورو سيمو كې كره او اوبخور ته يې يوه وياله ورځانګړې كړې وه، ان كه چا ترې اوبه څښلې، واژه يې او ويل يې: دا د خدايانو د ژوند لامل دى او پکار نه ده څوك ترې څه كمې كړي. د كال د هرې مياشتې، يوه ورځ به يې په يوه ښار كې اختر كاوه او له ښاره بهر د صنوبر ونې ته به تلل او قربانۍ يې ورته كولې، څاروي يې ورته ذبح كول، اور ته يې ورغورځول او چې لوګى به يې پورته شو؛ نو ونې ته به پر سجده پرېوتل، ژړل يې او زارۍ به يې كولې. په ټولو ښارونو كې يې همدا دود و، تردې چې د ستر ښار وار رسېده، چې د باچا پايتخت او نامه يې اسفنديار وه. په اباديو كې مېشت خلك به په دې ښار كې راغونډېدل او پرلپسې يې دولس ورځې اختر و او د خپلې وسې قرباني يې كوله او د صنوبر ونې ته پر سجده پرېوتل، چې په كفر او د ونې په نمانځنه كې ښه ور ډوب شوي ول، الله تعالی د بني اسرائيلو يو پېغمبر ورولېږه او تر يو وخته يې شرك پرېښود او د ايكي يو الله تعالی عبادت ته راوبلل؛ خو دوی ايمان رانه وړ. ده هم ونې ته ښېرا وكړه او ونه وچه شوه، چې صنوبر نمانځو دا حال وليد، سخت خپه شول او ټولو د پېغمبر د وژنې هوډ وکړ. يوه ژوره څاه يې وايسته او پېغمبر يې پكې وغورځاوه او سر يې وربند كړ او له پاسه وركېناستل او تر مرګه يې د ده چغې اورېدې. الله تعالی يې هم په دې كړنې پسې يو سخت عذاب ورولېږه او ټول يې له منځه بوتلل او يو هم ترې پاتې نشو. په نورو رواياتو كې راغلي، چې ښځې یې هم د هم جنس پالۍ په بېلارۍ اخته وې.[1553]

((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا =))

43_ ځانپالنه؛ يو خطرناك درد دى: بېشكه په انسان كې ډول ډول غريزې شته، چې ژوند ته يې اړينې دي: غوسه، له ځان سره مينه، له مادي ژوند سره مينه او په څېر يې. جوته ده، چې دا غريزې د پنځون د غونډال پنځوونكي، تكاملي موخې ته پيدا كړي؛ خو دوى كله له بريده اوړي او د يوې مطيع وزلې په توګه د عقل له ولكې وځي او ان عقل راښكېلوي او د انسان پر ټول وجود لاسبرى او واكمنېږي او د چارو واګي يې په لاس كې اخلي. دا هماغه ځانپالنه ده، چې له هر ډول بوتپالۍ هم ډېره خطرناكه ده؛ بلكې بوتپالنه هم ترې راولاړېږي؛ نوځكه د اسلام رسول الله ويلي دي: ((تر اسمان لاندې تر ځانپالنې چې لاروي یې وکړي ستر بوت نشته)) په نورو رواياتو كې په دې اړه ټكان وركوونكي تعبيرات شته. له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې لولو: ((ځانپالنه د ټولو كړاوونو بنسټ دى)) بيا وايي: ((دين او عقل له ځانپالنې سره غاړه وړاى نشي)) ډېر كسان شته، چې د يوه ساعت ځانپالنه يې د عمر تر پايه ورته بس ده او ډېر د الله تعالی دوستان شته چې د ځانپالنې په پرېښووو لوړو مقاومونو ته رسېدلي، چې له عادي لارو ناشونې وه.[1554]

((أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاء لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا=))

((ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا =))

45 او 46_ د سیوريو حركت: په دې آيتونو كې، د سيوريو د نعمت خبره شوې ده. بېشكه د آيت لومړۍ برخه ((أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ)) د پراخ او خوځنده سيوريو د نعمت اهميت ته اشاره ده؛ هغه سيوري، چې په همجوله ډول نه پاتېږي؛ بلكې په حركت كې دي او لېږدېږي.[1555] د آيتونو له سياقه معلو مېږي، چې د سيوري له پراخېدو مطلب، د ماسپښين د سيوري پراخېدل دي، چې سوكه سوكه له لويديځه د ختيځ پر لور مخ پر ورزياتېدو وي، تردې چې لمر ولوېږي. په دې وخت كې، (د سيورې) امتداد پاى ته رسي او شپه كېږي. په ټولو حالاتو كې دا سيورى په حركت كې دى او كه الله تعالی غوښتل دراوه يې[1556]. بيا وايي الله تعالی لمر ددې پراخ سيوري پر شتون دليل وګرځاوه؛ دې ته اشاره ده، كه لمر نه واى، د سيوري مفهوم نه څرګندېده. په 46 آيت كې د سيوريو د ستر نعمت ترڅنګ يو بل ستر نعمت ته هم اشاره شوې او دا يې تدريجي او سوكه سوكه راټولېدل دي. كه ناڅاپه رڼا پر تيارې يا اپوټه اوړېده؛ نو ټول ژوي زيانمنېدل؛ خو دا سوكه سوكه اوړېدنه داسې ده، چې ژویو ته يې ډېره ګټه ور رسي؛ بې له دې، چې څه زيان ولري.[1557]

((وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا =))

51_ يو موټى مشري: پېغمبران، د امتونو مشران دي او په مشرۍ كې درز، د هر امت د كمزورۍ لامل دى. په تېره په دې وخت كې، چې د خاتميت خبره په منځ كې ده او بايد مشري د نړۍ تر پايه وغځېږي؛ نو د مشرۍ د يو موټي كېدو اهميت ښه څرګندېږي. يو مشر، ټول ځواكونه يو، پرله غښتي- منسجم او يوه کړنلار وركولاى شي. د مشرۍ يو موټى توب په انساني ټولنه كې د توحيد د حقيقت انعكاس دى او مقابل لورى يې، يو ډول شرك، درز او نفاق دى. د پېغمبرانو له مقامه، چې تېر شو، د مشرۍ په لاندې ليكو كې هم دا آر واكمن دى او كوم ملتونه، چې د مشرۍ له اړخه بې اتفاقه شوي، پر كمزورۍ او خوارۍ سربېره، د ژوند په نورو چارو كې هم ويشل شوي دي.[1558]

((وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا =))

53- د خوږ او تريو سيندونو ترڅنګ بهېدل: دا آيت د پنځون په غونډال كې د پالونكي يوه بله هېښنده ښكارنده انځوروي، چې څرنګه د خوږ او تريو سيندونو ترمنځ يوه نه لیدل کېدونې پرده شته او يو ځاى كېدو ته يې نه پرېږدي؛ البته نن موږ پوهېږو، چې دا نامريي پرده د ترخو او خوږو اوبو د غلظت د درجې او د دوى د مخصوص وزن توپير دى، چې تر ډېره وخته په يو بل كې ګډېداى نشي. كه څه ځينې مفسران پر ځمكه د دغسې سيندونو د پيدا كېدو په لټه كې دي؛ خو موږ ته دا ستونزه حل شوې؛ ځكه پوهېږو د خوږو اوبو ټول رودونه، چې په سمندرونو كې تو یېږي، د کڅ – ساحل ترڅنګ د خوږو اوبو سيند جوړوي او تروې اوبه پر څټ وهي او دا حالت تر ډېر واټنه دوام لري او د غلظت د درجې د توپير له لامله يو له بل سره نه ګډېږي.[1559]

((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا =))

62_ د شپې او ورځې ځايناستي؛ منندويانو ته يو ستر نعمت دى: ددې آيت په تفسير كې له اهلبيتو نه په ځينو راغليو رواياتو كې لولو: د يو بل پرځای د شپې او ورځې ځايناستي ددې لپاره ده، چې كه انسان د خپل پالونكي په عبادت كې په يوې دندې كې لنډون وكړي، په بل كې به يې جبران يا قضا وكړي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: [ چې د شپې هر عبادت درنه ولاړ، د ورځې يې جبران كړه، الله تعالی تعالى وايي: ((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً))؛ يعنې انسان دې د شپې له لاسه تللې دندې په ورځ كې او د ورځې له لاسه تللې دندې دې په شپه كې جبران كړي[1560]]

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا =)).

63_ تواضع، د ايمان کونجي: د عباد الرحمن ړومبۍ ځانګړنه تواضع ده، چې په ټولو كړنو، ان په تلو كې يې هم ښكاره كېږي. اخلاقي ملكات او ځانګړنې همېش ځان د كړنو، ويناوو او د انسانانو په حركاتو كې څرګندوي، تردې چې د يو انسان د تلو په دود كې له ځيرنې، پر يوې برخې خويونو يې پوهېداى شو. هو! تواضع د ايمان کونجي ده؛ حال دا ښاڅمني او پېسمني -غرور او كبر، د كفر کونجي ګڼل كېږي. موږ په ورځيني ژوند كې په خپلو سترګو وينو او ډېر مو د قرآن حکیم په آيتونو كې لوستي، چې ښاڅمن او پېسمن – مغرور كبرجن ان چمتو نه ول، چې د الهي مشرانو خبرو ته غوږ كېدي، پر حقايقو يې ملنډې وهلې. له رسول الله (ص) نه په يوه حديث كې لولو، چې يوه ورځ له يوې كوڅې تېرېده، په يو ځاى كې يې خلك راټول وليدل. علت يې وپوښت. و یې ویل: يو لېونى دى، چې خندونكيو كړنو يې د خلكو پام ځان ته ور اړولى دى. رسول الله، خلك ځانته راوبلل او و یې ويل: ((غواړئ واقعي لېونى دروښيم؟)) ټول چوپ شول او پېغمبر ته يې غوږ كېښود: ((چې څوك په ښاڅمنۍ او پېسمنۍ – كبر او غرور پر لار ځي، تل دواړيو خواوو ته ويني او خپلې اوږې خوځوي؛ هغه چې خلك يې خير ته هيلمن نه وي او له شره يې خوندي نه دي. دا رښتونى لېونى دى. دا كوم مو چې وليد؛ دا خو يوازې يو رنځور دى[1561]))

((وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا =))

64_ د شپې راپاڅېدل، د مؤمن شرف دى: په دې آيت كې، د عباد الرحمن يوه بله ځانګړنه؛ يعنې د شپې پاڅېدل ويل شوي. د شپې په تياره كې، چې غافلان ويده وي او د ځانښوونې څه مجال نه وي؛ خوږ خوب پر ځان حراموي او تردې پر ډېر ښه، چې د الله تعالی يادول او لمونځ دى بوختېږي[1562]. اسلامي روايات هم د شپې راپاڅېدل او پكې لمونځ كولو ته پر زيات فضيلت قايل شوي. له علي کرم الله وجهه روايت دى، چې: ((د شپې راپاڅېدل د جسمي روغتيا او د پالونكي د خوشحالۍ لامل دى، د الله تعالی تر لورنې لاندې كېدل او د پېغمبرانو پر خويونو منګولې لګول دي)). له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((له شپې پاڅېدلو، لاس مه اخله؛ ځكه چې څوك ترې بې برخې شي؛ نو دوكه شوى دى[1563]))

70_ پر حسناتو د ګناهونو اوړېدل: دا آيت د توبې يو مهم اغېز او پر توبه كار د الله تعالی ځانګړې پېرزوينې ته اشاره لري او هغه داچې الله تعالی په خپلې لورنې او كرم، د ګناهګار تر توبې روسته، ګناهونه يې له منځه وړي او پرځای يې حسنات او نېكۍ ږدي. حضرت ابوذر غفاري (رض) د اسلام له رسول الله نه روايتوي: ((د قيامت پر ورځ، ځينې وګړي راولي، بيا الله تعالی حكم كوي، چې کوشني ګناهونه يې وروړاندې كړئ او ستر ګناهونه يې پټ كړئ. ورته ويل كېږي: پر پلانۍ ورځ دې پلانۍ (کوشنۍ) ګناه كړې وه، حال دا منښته – اعتراف پرې كوي او نټه – انکار ترې نه کوې[؛ خو] زړه يې له سترو ګناهونو لړزېږي. دلته كه الله تعالی وغواړي، ورلورېږي او حكم كوي، چې د هرې ګناه پرځای، يوه نېكي وركړئ. هغه وايي: پالونكيه! ما خو ستر ګناهونه درلودل، چې دلته يې نه وينم.)) ابوذر (رض) وايي په دې وخت كې رسول الله (ص) موسكى شو، چې غاښونه يې هم ښكاره شول، بيا يې دا آيت ولوست: ((فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ))[1564].

74_ پر مېرمنو او اولادونو مو سترګې يخې كړه: د عباد الرحمن يوه بله ځانګړنه دا ده، چې د خپلې كورنۍ او اولادونو روزنې ته ځانګړې پاملرنه لري او ځان يې پروړاندې سرباندې پازوال بولي. ښكاره ده، چې له دعا مطلب دا نه دى، چې په يوه ګوټ كې كېني او پر دعا بوخت وي؛ بلكې دعا يې له دې چار سره دنننۍ مينه او د هڅو رمز يې دى، بېشكه دغسې وګړي، خپله كورنۍ او اولادونه د اسلام پر آرونو او فروعاتو روزي او د حق او عدالت په لار كې يې له هڅونې يوه شېبه هم نه سپموي. په پاى كې د الله تعالی د نږه بندګانو څرګنده ځانګړنه داده، چې يوازې په دې قانع او بسيا نه دي، چې يوازې پخپله د حق لار ووهي؛ بلكې همت يې دومره اوچت دى، چې د مؤمنانو مشري غواړي او نور هم دې لارې ته رابولي. پام مو وي، چې دا آيتونه د ټولو مؤمنانو ځانګړنې نه بيانوي؛ بلكې د مؤمنانو د يوې ځانګړې مخكښې ډلې ځانګړنې بيانوي. دوى د انساني ټولنې اومتقيانو بېلګې شمېرلېږي. له همدې لامله، په ګڼ شمېر روايتو كې لولو، چې دا آيت د علي کرم الله وجهه او د اهلبيتو د امامانو په هكله دى: بېشكه، دا معصومین، ددې آيت له څرګندو مصداقونو ځنې دي؛ خو د آيت د عام مفهوم خنډېداى نشي[1565].

77_ كه دعا مو نه وه؛ نو څه ارزښت مو نه درلود: شونې ده، ځينې ددې آيت تر لوستو روسته نيوكه وكړي، چې دعا كول خو يو اسان چار دى او هر څوك يې كړاى شي؛ يا ان ووايي، چې دعا د بېچاره او بېوزلو خلكو كار دى. تېروتنه يې دا ده، چې دعا ته يې بې له شرايطو ويني. حال دا كه د دعا ځانګړي شرايط په پام كې ونيول شي، دا حقيقت په څرګنده جوتېږي، چې دعا د ځان سازۍ اغېزمنه وزله او الله تعالی ته د ورنژدېدو اغېزمنه وزله ده. له رسول الله (ص) په يوه روايت كې لولو: ((دعا د مؤمن وسله، د دين ستن او د اسمانونو او ځمكې رڼا ده)). د دعا ړومبى شرط د هغه پېژندنه ده، چې انسان يې رابولي او بل شرط يې داچې له هغه به د غوښتنې لپاره خپل روح چمتو كوې. درېيم شرط داچې انسان، چې له چا څه غواړي، رضايت او خوښي به يې ترلاسه كوي؛ ځكه بې له دې د اغېز احتمال يې ډېر لږ دى. څلورم شرط، تر خپلې وسې به هڅه كوې. نو هله انسان بايد دعا وكړي او له خدايه مرسته وغواړي؛ ځكه په ډاګه په روايتو كې راغلي، كه انسان يو چار كړاى شي؛ خو لنډون پكې كوي او په دعا لاس پورې كوي؛ نو دعا يې نه قبلېږي. له علي کرم الله وجهه په يوه روايت كې لولو: ((دعا د بريا کونجي ده او هغه غوره دعا ده، چې له پاكې سينې او پرهېزګار زړه راووځي))[1566].

سورة الشعراء

د شعراء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په څو برخو كې رالنډولاى شو: په لومړۍ برخه كې مقطعه ټكي، د قرآن حکیم د مقام ستریا او د مشركانو د ټينګار او ځېل پروړاندې رسول الله(ص) ته ډاډينه او د توحيد او د الله تعالی د ځانګړنو څه نښې يې را اخستې دي. په دويمه برخه كې د اوو سترو پېغمبرانو (حضراتو ابراهيم؛ نوح، هود، صالح، لوط او شعيب) د حالاتو يوه برخه او د خپلو قومونو ځېل او له بدچاريو سره يې د دوی مبارزه څرګندوي، چې د رسول الله د پېر له مشركانو سره ډېر ورته والى لري او همدا راز پردې اقوامو راغلي دردناك عذابونه يې ياد كړي، چې دا پخپله په هغو شرايطو كې د اسلام د رسول الله مخالفينو ته يو اغېزمن ګواښ و. په درېيمه برخه كې د تېرو برخو پايله راغلې، د رسول الله (ص) په باب، د قرآن حکیم د ستریا، د مشركانو نټه، رسول الله ته د بلن دود سپارښتنې او له مؤمنانو سره د چلن څرنګوالى پكې راغلى او سورت، مؤمنانو ته په زېري وركولو او زورمټو ته په سخت ګواښ پاى مومي.[1567]

((إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ =))

4_ د زور ايمان څه ارزښت نه لري: دا آيت دې ټكي ته اشاره لري، كه څه الله تعالی كافرانو ته هېښنده معجزه او سخت عذاب رالېږلاى شي، چې ټول بېواکه غاړه وركېدي؛ خو دا اجباري او د زور ايمان څه ارزښت نه لري او ارزښتناكه داده، چې حق ته په خپله خوښه، اختيار، واك، هوډ، درك او اند غاړه كېدې. تردې آيت لاندې له امير المؤمنين علي کرم الله وجهه په يوه روايت كې راغلي ((كه الله تعالی يې له اسمانه غاړه ايښوولو ته كومه نښه رالېږله؛ بيا خو له خلكو ازمېښت لرې كېده))

((وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ =))

13_ د موسى علیه السلام د ژبې غوټه: د قرآن حکیم په څو ځايونو كې، چې د حضرت موسى علیه السلام د بعثت او فرعونيانو ته د تبليغ د حكم خبره راغلې؛ نو د حضرت موسى علیه السلام له لوري اوڅار شوې، چې ژبه يې پوره نه ګرځي او له خدايه يې غوښتي، چې ژبه يې روانه كړي. له دې پوره نه ګرځېدو څه مطلب دى؟ آيا په رښتيا په ژبه كې یې څه نيمګړتيا وه، چې كله بندېده يا مطلب دا و، چې ژبه يې د ماموريت د حقيقت څرګندولو ته روانه كړه؟؛ يعنې خوله ور يې كړه، پياوړې ژبه وركړه، چې خلك پر حقيقت وپوهوي. دويمه مانا ځكه سمه ښكاري، داچې له خدایه غواړي هارون علیه السلام يې وزير (مرستندوى) كړي. له ده سره خپل توپير د فصيح او افصح (ګويا او ګويا تر) توپير بولي او وايي: ((او د ورور مې هارون ژبه تر ما ښه روانه ده، راسره يې ولېږه، چې مرستندوى مې وي))[1568]؛ نوځكه د موسى علیه السلام ژبه روانه وه؛ خو د هارون علیه السلام ژبه ترې ښه روانه وه؛ له همدې لامله يې له خدايه وغوښتل، چې ژبه یې ښه روانه كړي او هارون يې وزير او مرستندوى كړي.

((قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ =))

20_ موسى علیه السلام له څه نا خبر و؟: مفسرانو د حضرت موسى علیه السلام معصومیت ته په پاملرنې، تردې آيت لاندې ډول ډول ويينې او څار كړي؛ خو ((زه له نا خبرو ځنې وم)) مطلب يې دا و، چې دا تن مې واژه؛ نو له هغه څه نا خبره وم، چې سازښت – مصلحت مې پكې و؛ نو ملاتړ ته یې ورپاڅېدم، چې مرسته يې رانه غوښتې وه او نه پوهېدم، چې ورسره مې مرسته د بل د وژنې لاملېږي او پايله به يې هغه وي، چې له مصره مدين ته وتښتېدم او په كلونو له هېواده لرې وم. په رښتینه كې حضرت موسى علیه السلام له خپل چار پښېماني ونه ښووله؛ ځكه آنحضرت پر هغه وخت د مظلوم ملاتړ ته وردانګلي ول؛ بلكې له دې خبرې مطلب دا دى، چې د هغو دوو تنو په شخړه كې، له وردانګلو مې مطلب د فرعوني وژنه نه وه او نه پوهېدم، چې د مظلوم دفاع، د مقابل لوري پر وژنه او د ځان پر كړاو مې پاى مومي.[1569]

((وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ =))

22_ د بني اسرائيلو د مريتوب نعمت: په 18 او 19 آيتونو كې مو ولوستل، چې فرعون، په وړوكتوب كې له موسى علیه السلام سره د كړیو مرستو په نامنندوينې تورن كړ. فرعون، په حقيقت كې موسى علیه السلام او بني اسرائيل خپل مريان ګڼل او له نظره يې پر موسى علیه السلام كړې لورنه، پر خپل مريي د ولي نعمت لورنه بلله. حضرت موسى علیه السلام يې په ځواب كې وويل، ايا ته منت راږدي، چې بني اسرائيل دې ښكېل او مريان كړي ول؟ او څه چې پر موږ خپل نعمت بولې او ما يې پر نامنندوينې ټپسوروى، نعمت نه؛ بلكې يو د زورمټۍ لاسبري ده، چې پر ما او ګردو بني اسرائيلو دې درلوده او له آره په زور د خلكو مريانول له كومه نعمت دى؟[1570]

((فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ =))

32_ د موسى علیه السلام د کونټۍ په باب بېلابېل تعبيرونه: په دې آيت كې د موسى علیه السلام کونټۍ په ((ثُعْبَانٌ))؛ په ((جَانٌّ (د نمل سورت په لسم او د قصص سورت په 31 آيتونو كې))) (په منګري) او په ((حَيَّةٌ د طه سورت په 20 آيت كې)) (مار) تعبير شوې ده. په لومړي كتو كې، دا بېلابېل توپيرونه پوښتنې راولاړوي؛ خو په رښتینه كې په دوو كې يو مطلب يې تر پام لاندې دى: شونې ده، د مار بېلابېلو حالاتو ته اشاره وي، چې په پيل كې کوشنى او نرى مار (منګری) و او سوكه سوكه لو یېده او په پاى كې په ښامار واوړېد؛ بل داچې له درې ګونو تعبيرونو هر يو يې د مار يوې ځانګړنې ته اشاره لري؛ ((ثُعْبَانٌ)) يې ستریا ته؛ ((جَانٌّ)) يې منګريتوب، تېزوالي او چټك خوځېدو ته او ((حَيَّةٌ)) يې ژونديتوب ته اشاره ده.[1571]

((قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِينَ =))

42_ قُرب؛ د فرعون درباري كېدل يوه اوچته درجه وه: فرعون كوډګرو ته وويل، چې څه غواړئ: شتمني يا مقام؛ دواړه دركوم. دا تعبير ښيي، په هغې ټولنې او چاپېريال كې فرعون ته ورنژدېتوب تر كومه بريده اهميت درلود، چې ستره بدله یې يادوي. په حقيقت كې تردې غوره بدله نشته، چې انسان خپل مطلوب واک ته ورنژدې شي. كه بېلاري، د فرعون نژدېتوب اوچته بدله ګڼي؛ خو باخبره مؤحدين يوازې د پالونكي نژدېتوب لوړ مقام ګڼي او ان د پاك ذات يوه جلوه او څړيكه د جنت په ټولو نعمتونو نه وركوي. له همدې لامله، د الله تعالی د لارې شهيدان، چې د خپلې سرښندنې په پار اوچتې بدلې ترلاسه كوي (د قرآن حکیم په ګواهۍ) د الهي نژدېتوب اوچتې مرتبې دي. د ((عِندَ رَبِّهِمْ)) تعبير، ددې واقعيت څرګند شاهد دى؛ نوځكه د نمانځنې پرمهال، متعال الله تعالی ته ورنژدېدنه، د هر سپین زړي مؤمن، يوازېنۍ هيله ده.[1572]

((قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ =))

47_ د اګاهانه او ځانخبري ايمان په رڼا كې عاشقانه حركت: د كوډګرو په روحيه كې هېښنده ادلون بدلون لامل شو، چې په يوې لنډه شېبه كې، له مطلقې تيارې يوې هېښنده رڼا ته ګام كېدي او ټولو هغو ګټو ته شا كړي، چې له فرعونه يې تمه درلوده او ان خپل ځانونه يې په خطر كې واچول؛ البته دا ټولې سرښندنې په دې پار وې، چې پوهه يې درلوده او په رڼا كې يې له باطلو حق وپېژنداى شو او ځانونه يې د حق لمنې ته وروغورځول. پاتې لارې يې د عقل په پښو و نه وهله؛ بلكې د عشق پر سورلۍ سواره شول او د الله د مینې دومره مست كړي ول، چې بې له الله یې بلې هرې مینې ته شا کړې وه. وينو، چې له دې لامله يې، د فرعون د سختو ګوتڅنډونو پروړاندې، په مړانه ودرېدل. له رسول اكرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هر زړه، د لوراند الله تعالی په منګولو كې دى، كه يې خوښه شي، سموي يې او كه وغواړي؛ نو بې لاكوي يې)). ښكار ده، چې د الله تعالی خوښه د وګړيو له چمتو والي راولاړېږي او د توفيق او د توفيق نه وركړه، بې حسابه نه ده.[1573]

((كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ =))

59_ ايا بني اسرائيلو پر مصر واكمني وكړه؟: ددې آيت له مخې، يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې بني اسرائيل مصر ته راستانه شول او د چارو واګي يې ترلاسه كړې او تر يو وخته يې پرې واكمني وكړه. ځينې ګروهن دي، چې د فرعونيانو تر هلاكت روسته، سپېڅلیو سيمو ته ولاړل؛ خو څه موده روسته مصر ته راستانه شول او واكمني يې جوړه نه كړه. ددې په پامنیوي، چې موسى علیه السلام يو ستر الهي پېغمبر و؛ نو لرې بريښي، چې يو داسې هېواد بيخي پرېږدي، چې واكمني يې پرځېدلې وه؛ او واګي يې دده په لاس كې وې او بې له دې، چې په اړه يې كوم هوډ وکړي، بېدیاوو ته مخه كړي، په تېره، چې په كلونو كلونو په لكونو بني اسرائیل پكې مېشت ول او د هېواد له شرايطو خبر وو؛ نوځكه له دوو حالاتو وتلې نه ده: يا ټول بني اسرائيل مصر ته راستانه شول او واكمني يې جوړه كړه يا د موسى علیه السلام په امر ځينې يې پاتې شول او دا كړلار يې پلې كړه. بې له دې دوو حالاتو په آيتونو كې، چې د فرعونيانو شړل او د بني اسرائيلو وارثانېدل راغلي، څه څرګند مفهوم به ونه لري[1574]..

((فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ =))

63_ د سمندر په څېر سيند: په قرآن حکیم مجيد كې دا مطلب څو ځل راغلى، چې موسى علیه السلام بني اسرائيل د الله تعالی په امر له ((بحر)) (سمندر) څخه پورې ايستل[1575] او په څو ځايونو د ((يم)) (سيند) نامه اخستل شوې[1576] او خبره داده، چې له بحر او يم څخه مطلب څه دى؟ ايا د نيل ستر سيند ته اشاره ده، چې ټول مصر ترې خړوبېده يا قلزوم بحر (سره سمندرګي) ته؟ ځينې مفسرين؛ لكه چې په اوسني تورات كې راغلي، وايي: اشاره سور سمندرګي ته ده؛ خو قراين ښيي، مطلب د نيل ستر سيند دى؛ ځكه بحر په لغت كې پرېمانه او پراخو اوبو ته وايي او يم هم همدا مانا رسوي؛ نوځكه پر نيل دواړه و یې تطبيقېداى شي.[1577]

((وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ =))

80_ الله تعالی، رنځور رغوي: ددې آيت تر لوست روسته شونې ده، دا پوښتنه اوڅار شي، كه الله تعالی، رنځور رغوي؛ نو طبيب او درملنې ته څه اړتيا ده؟ په ځواب كې وايو، دا نړۍ، د وزليو او وسيلو نړۍ ده؛ يعنې چارې په توکیزو يا مانيزو وزليو كېږي؛ لكه چې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((الله تعالی چارې بې له کو مې وزلې نه ترسره كوي)). په حقيقت كې، د درملو او طبيب په څېر وزلې، چې په رنځ كې اغېزمنې دي، د الهي شفا وزلې دي؛ ځكه الله تعالی پكې رغوونكى اغېز ورايښى؛ نو موږ بايد د رنځ په درملنه كې خپلې پوره هڅې وكړو؛ خو دې ټكي ته مو هم پام وي، چې د وزليو د رغولو او شفا وركولو واک محدود دى او شونې ده په ځينو ځايونو كې د الله تعالی اراده وي، چې وزلې اغېز ونلري، چې په دې حالت كې بايد الله تعالی ته غاړه كېدو.[1578]

82_ د پېغمبرانو عليهم السلام استغفار او توبه[1579]:

((رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ =))

83_ تر هر څه وړاندې د حكم غوښتنه: حُكم او حكمت یوه جرړه لري او حكمت په پوهه، د ژویو په پېژندنه او ښو كړنو حق ته رسېدو ته وايي؛ په بله وينا، د ارزښتونو پېژندنه او هغه كچې، چې انسان په هر ځاى كې حق او باطل په هرو جامو كې پرې وپېژنداى شي؛ البته داسې برېښي، چې حكم له حكمته اوچت مفهوم ولري؛ يعنې هغه پوهه، چې پلې كولو ته چمتو وي. په بله وينا: له ځانپالنې او تېروتنې تش د سم ورمندون ځواك. په هر حال، ابراهيم علیه السلام تر هرڅه وړاندې، له خدايه له حاكميت سره غبرګه ژوره او سمه پوهه او پېژندنه غواړي؛ ځكه هره عملي کړلار بې له دغسې بېخبنا شونتيا نلري او ورپسې له نېكانو سره يو ځاى كېدل غواړي، د عملي حكمت اړخونو ته اشاره لري؛ چې د وړاندې غوښتنې (نظري حكمت) پروړاندې ده[1580].

((وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ =))

84_ د ابراهيم علیه السلام رښتونى نومياليتوب: له دې دعا د حضرت ابراهيم علیه السلام مطلب دا و، چې په راروسته ځوځات كې يو زوى وركړي، چې په رښتوني يې ژبه او نومياليتوب وي؛ يعنې د خپلې ژبې په څېر يې، چې څه يې پر زړه وي، هماغه يې پر خوله وي، هغه زوى يې هم، چې څه يې په زړه كې دي، خلكو ته ورڅرګند كړي. ابراهيم علیه السلام په دې غونډله له خدايه وغوښتل، چې په ګانده – راتلوونكي ځوځات كې يو تن ورولېږي، چې دده د الهي بلنې خورېدو ته لاس ورپورې كړي او خلك د توحيد دين ته راوبولي. ځينو مفسرانو ويلي، چې له دعا د ابراهيم علیه السلام منظور د اسلام د رسول الله بعثت و؛ لكه چې پخپله له حضرت (ص) روايت شوى دى: ((د پلار مې د ابراهيم له دعا [منظور] زه يم)). ددې وينا مؤيده دا ده، چې د قرآن حکیم په څو ځايونو كې ويل شوي، چې د پېغمبر دين هماغه د ابراهيم دين دى. په دې توګه ددې آيت مضمون د هغه دعا په څېر ده، چې الله تعالی يې د كعبې جوړولو پرمهال د حضرت ابراهيم علیه السلام او حضرت اسماعيل علیه السلام له خولې وايي: ((پالونكيه! په هغوى كې له خپلو يې يو تن استازى ورپاڅوه، چې آيتونه دې ورولولي او كتاب او حكمت وروښيي او سپېڅلي يې كړي[1581]))په يو روايت كې لولو، چې له رښتونې ژبې مراد، امير المؤمنين علي کرم الله وجهه دى[1582]. كه د دين په پايښتنۍ او د توحيد کلمې په غځېدا كې د علي کرم الله وجهه ونډې ته ځير شو؛ نو دا هم د اسلام د پېغمبر ترڅنګ د ابراهيم علیه السلام رښتونې ژبه ده.

((إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ =))

89_ قلب سليم؛ روغ سپېڅلى زړه: روغ سپېڅلى زړه؛ يعنې هغه زړه، چې له هر ډول رنځ او اخلاقي كږلېچه لرې وي. په اسلامي رواياتو كې يې په اړه ډېرې خبرې شوي. بايد ددې زړه پېژندو ته څو ټكي په پام كې ونيسو: 1_ له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې په هر زړه كې شرك او شك وي راپرځېږي (او بې ارزښته دى))). 2_ بلخوا پوهېږو، چې سختې توکیزې او دنياپالې لېوالتياوې، انسان ګناه او بې لارېتوب ته وركاږي؛ ځكه ((د دنيا مينه، د ټولو ګناهونو سرچينه ده))؛ نو سليم زړه هغه دی، چې د دنيا له مينې تش وي. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه نه يو روايت دى: ((سليم زړه هغه دى، چې د دنيا له دوستۍ خوندي پاتې شوى وي)). 3_ سليم زړه هغه دى، چې بې له ((الله)) بل پكې نه وي، داسې چې امام صادق رحمة الله علیه ددې آيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې ويلي: ((سليم زړه، هغه زړه دى، چې الله تعالی په داسې حال كې ويني، چې بې له ده بل پكې نه وي)). په ډاګه ده، چې په دغسې ځايونو كې له قلبه او زړه منظور، د بنيادم روح دى. په اسلامي رواياتو كې د زړه او روغتيا په باب او كوم آفتونه، چې وررسي او له دې آفتونو سره د مبارزې د دود په اړه ډېر مطالب راغلي، چې له ټولو يې معلو مېږي، اسلام له هرڅه وړاندې، انديزې، ګروهيزې او اخلاقي بيخبنا ته اهميت وركوي؛ ځكه ټولې عملي كړلارې ترې راولاړېږي؛ لكه چې د ظاهري زړه روغتيا د جسمي روغتيا لامل او رنځ يې د ټولو غړيو د رنځ لامل دى؛ – ځكه په وينه د بدن ټولو ژوندينكو ته د زړه په مټ د بدن ټولو سيمو ته خواړه ورلېږل كېږي- همدغسې د انساني ژوند د كړلارو سموالى او فساد، د ګروهې او اخلاقو د سموالي او فساد څرك او انعكاس دى.[1583]

((وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ =))

90_ جنت نژدې كېږي: په زړه پورې خو داده، چې دا آيت نه وايي، چې متقیان جنت ته ورنژدې كوي؛ بلكې وايي: ((جنت متقیانو ته ورنژدې كوي)). چې دا د متقیانو خورا پرتمین او ارزښتمن مقام ته اشاره ده.[1584]

((قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ. قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ . إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ . وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ =))

111 تر 114_ د دين په دودولو كې د بېوزليو ونډه: د هغې زمانې د كافرانو پر اندونو خورا ناوړه پاړه کیزه (طبقاتي) روحيه واكمنه وه؛ نوځكه يې تشلاسې پاړکي، ارذال (ټيټ او بې ارزښته وګړي) ګڼل. شتمني، مال، كور، جامې، د سورلۍ ښكلې او قيمتي وزله يې د ارزښتونو د سنجونې كچه بلله او له پاكۍ، تقوى، حقپالنې او انساني لوړو ځانګړنو، چې په تشلاسې پاړکي كې ډېر وو او په اشرافو او غوښنو كې ډېر لږ ول غافل او بې پروا وه؛ البته دا نيوكه، يوازې پر نوح علیه السلام ونشوه؛ بلكې پر نورو پېغمبرانو او د اسلام پر رسول الله هم شوې وه. ان زموږ په پېر كې د حق پر مشرانو يې هم كوي، چې ډېر پلويان مو بېوزلي، مستضعفين، پښې لوڅي او بربنډ دي. له دې خبرې يې مطلب د خوګانو او نيمګړتيا پيدا كول دي؛ خو ناځانخبري صفت كوي او د اسلام د ښوونځي آريزوالى او اصالت لاسليكوي.[1585] د تاريخ څېړنه هم څرګندوي، چې تل بېوزلي او نشتمن د پېغمبرانو د بلنې په منلو او دودولو كې مخكښ ول. نن هم ليدل كېږي، چې په ديني غونډو، جوماتونو او د دعا په مراسمو كې د لاس اړې او منځنۍ پاړکو خلك ډېره برخه اخلي[1586].

((وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ =))

129_ ښكلې ماڼۍ؛ د آخرت درانه پېټي: د اسلام له پېغمبره (ص) په يو حديث كې لولو، چې يوه ورځ پر لوی لارې تېرېده او د لارې پر سر پرته يوه دنګه ماڼۍ يې وليده. و یې پوښتل: ((دا څه دي؟)) يارانو وويل: دا د يوه انصاري ده. آنحضرت لږ تم شو، چې خاوند يې راورسېد او سلام يې واچو. رسول الله (ص) خپل مخ ترې واړو. . . انصاري دا موضوع له خپلو چاپېريالانو سره ګډه كړه او و يې ويل: پر الله تعالی قسم وينم، چې رسول الله (ص) رانه خپه دى. نه پوهېږم، چې څه مې كړي؟! وویل شول: رسول الله ددې دنګې ماڼۍ په ليدو خپه شوى دى. انصاري ولاړ او رنګه يې كړه. يوه ورځ رسول الله ورغى او ماڼۍ يې ونه ليده. و یې ويل: ((پردې ماڼۍ څه وشول؟)) پېښه يې وویله. و یې ويل: ((په رښتيا، په قيامت كې هره ماڼۍ پر خاوند يې يو دروند پېټى دى؛ خو دومره چې ترې ناچاره وي)). له دې روايته او ورته رواياتو د اسلام ليد پوره څرګندېږي، چې اسلام له طاغوتي او اسرافي ماڼيو سره مخالف دى او مسلمانانو ته اجازه نه وركوي، چې د مستكبرينو په څېر د دغسې ماڼيو په جوړولو لاس پورې كړي، په تېره په هغو ځايونو كې، چې بېوزلي او نشتمن د اوسېدانې په تنګسه كې وي. پاموړ داچې د اسلام رسول الله دې انساني موخې ته د وررسېدو لپاره زورو نه كاراوه او د دغسې ماڼۍ د ړنګولو امر يې و نه كړ؛ بلكې په يو نرم اخلاقي غبرګون يې خپله موخه پلي كړه[1587]..

((وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ =))

130_ په شخړه كې بې رحمي: په دې آيت كې د عاد قوم يوې بلې ناوړې ځانګړې (؛ يعنې په شخړه كې بې رحمۍ) ته اشاره شوې ده. حضرت هود علیه السلام وویل، شونې ده څوك يو چار وكړي، چې سزا وركړاى شي؛ خو درته نه ښايي له حق او عدالته پښه واړوئ او ډېرې لږې ګناه ته په خورا درنه سزا قايل شئ او د غوسې پرمهال تورې راواخلئ او خلك ووژنئ، چې دا د زمانې د زورمټو او سرغړاندو كار دى[1588].

((وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ. الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ =))

151 او 152_ له پولې او ښتو او پرځمكې د فساد كولو ترمنځ اړيكه: د پنځون او تشريع د قانون له پولې اوړېدنې ته اسراف وايي. څرګنده ده، چې په يو سم غونډال كې، له پولې هر ډول تېرى، د فساد او ويجاړېدو لاملېږي. په بله وينا: د فساد سرچينه اسراف دى او د اسراف پايله فساد دى؛ البته اسراف پراخه مانا لري: كله د خوراك څښاك په څېر ساده موضوعات وي او كله په كسات او غچ اخستو كې له بريده وتل او كله په ورمندون كې، چې په دروغو پاى ته رسي او كله په ګروهو كې، چې په شكمنۍ پاى ته رسي او كله د ځانپالنې، استكبار او زبېښاك پر مانا راغلى او په پاى كې هر ډول ګناه ته اسراف وايي. له دې ځايه د اسراف او فساد اړيكه ښه څرګندېږي. د يو شمېر سترو مفسرانو په وينا: هستي يو مخې پېیون – نظم او سمون دی او ان كه كله يې د اجزاوو ترمنځ كوم تضاد او ټكر ليدل كېږي؛ خو بيا هم پرېمانه همغږي پكې شته. دا پېینه د نېکو موخو په پلو وربهېږي او خپل هر يو جز ته يې خپل بهير ورټاكلى دى. اوس كه يو جز له خپل مدار او كړۍ ووځي او د فساد لار خپله كړي، د ده او د نړۍ د نورو اجزاوو ترمنځ شخړه رامنځ ته كېږي. كه دا ناپېونه اسرافكار جز یې خپل بهير ته راستون كړاى شو؛ خو ډېر ښه، كه نه، له منځه يې وړي، چې په دې توګه غونډال خپل ټاكلي بهير وهلو ته دوام وركړي. انسان هم كه د خپل فطرت پر مدار حركت وكړي او د هستۍ له نظام سره همغږى وي؛ نو ورټاكل شوې نيكمرغې موخې ته ورسي؛ خو كه له خپلې پولې واوړي او پر ځمكه د فساد پر لار ګام كېدي، الله تعالی يې غوږ تاووي او په سختو او دردناكو پېښو ګوتڅنډنې وركوي؛ خو كه اغېز يې پرې و نه كړ او فساد يې په بدن كې جرړې ځغلولې وې، الله تعالی يې په ((استيصال عذاب)) د ځمكې له مخې لرې كوي. په دې توګه روښانېږي، چې ولې الله تعالی په دې آيتونو، ((اسراف)) پر ځمكه له ((فساد)) سره يو ځاى ښوولى دى[1589].

((قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ =))

153_ پر الهي پېغمبر ستر تور: ((مسحَّر)) د ((سحر)) له ویی او هغه ته ويل كېږي، چې كوډې پرې شوې وي. كافران ګروهن ول، چې كوډګر په كوډو، د وګړيو عقل او هوښ له كاره غورځوي. دا خبره يې نه يوازې صالح علیه السلام ته كړې؛ بلكې پر نورو پېغمبرانو يې هم دا تور ورپورې كړى؛ ان د اسلام پر رسول الله(ص) ؛ لكه چې د فرقان سورت په 8 آيت كې لولو: ((تاسې يوازې د يوه كوډو ځپلي سړي پلیوني ياست!)) عقل يې په دې كې ليده، چې انسان له چاپېريال سره همرنګ وي، ډوډۍ د ورځې پر نرخ وخوري او ځان له ټولو مفسادو سره همغږى كړي؛ نو كه كوم الهي او انقلابي نارينه به د شركي ګروهو او فاسد غونډال راپرځونې ته راپاڅېد؛ نو ددې سول له مخې يې، لېونى ورته وايه، چې كوډې پرې شوي دي.[1590]

((فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ =))

157_ د ګناهګار په ګناه كې يې د پلويانو ګډون: له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه څخه په يو روايت كې لولو: ((خلكو! پر يو چار خوشحالي يا خپګان، د ثواب او عذاب لاملېږي، يوه تن د صالح او ښه ووژله؛ خو ټول په الهي عذاب كې راونغاړل شول؛ ځكه د ټولو پرې خوښه وه))[1591]. له دې ځايه بنسټيز آر ته يوه دريڅه پرانستل كېږي، چې انديز او ښوونځيز تړاوونه د وګړيو برخليك سره غوټه كوي.[1592]

((أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ. وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ =))

165 او 166_ د همجنس پالنې سپېرې پايلې: اړنګ – شك نشته، چې جنسي بېلارېتوب، له خورا خطرناكو بېلاريتوبونو ځنې دى او شونې ده په انساني ټولنو كې راپيدا شي؛ ځكه خپل سپېره سيورى پر ټولو اخلاقي موضواتو وراچوي او انسانان عاطفي بېلارېتوبونو ته وركاږي. دا ګناه تردې د اسلام له ليدلوري ناوړه او ننګينه ده، چې د اسلامي حدودو په ابوابو كې يې، حد او سزا اعدامول دي. له امام رضاء رحمة الله علیه نه په يوه حديث كې ددې ګناه د فلسفې په حراموالي كې راغلي: ((د نارينه وو پر نارينه وو او د ښځو پر ښځو د تحريم فلسفه داده، چې دا چار د هغه پنځ – طبيعت پرخلاف دى، چې الله تعالی نر او ښځې ته ورټاكلى دى او په دې پار دى، كه نارينه او ښځې هم جنس پالي شي، د بشر ځوځات پرې كېږي او د ټولنيز ژوند تدبير پر فساد اخته كېږي او نړۍ ويجاړېږي)) د اسلام له رسول الله نه په يو حديث كې لولو: ((همجنس پالي ته به د جنت بوى و نه رسي)). له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې، لواط د كفر په بريد كې ښوول شوى دى. ان هغوى چې د همجنس پالنې ټيټ پړاوونه وهي؛ خورا سختې سزاګانې ورته يادې شوې دي؛ لكه له رسول الله (ص) په يو حديث كې لولو: ((چې څوك يو هلك په شهوت موچې كړي، الله تعالی يې د قيامت پر ورځ د اور په كوړه وهي)).

((أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ. وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ =))

181 او 182_ كم پلورنه: قرآن حکیم مجيد څو ځل د كم پلورنې او په تله او پيمانه كولو كې د ټګۍ پر ضد مبارزې ټينګار كړى، تردې چې دې پېیون ته پاملرنه يې په هستۍ كې د پنځون غونډال په كتار كې بللې وايي: [ او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود، چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونكړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ) او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه رسوئ.[1593] ] دا آيتونه دې ته اشاره لري، چې په تللو او پيمانه كولو كې عدالت ته پاملرنه څه کوشنۍ او كم اهميته موضوع نه ده؛ بلكې د عدالت او پېیون – نظم د آر يوه برخه ده، چې پر ټوله هستۍ واكمنه ده. له آره خو په ټولو څيزونو او هر ځاى كې حق، عدالت او پېینه او حساب يو بنسټيز آر دى او لكه چې و مو ويل، يو آر دى، چې پر هستۍ واكمن دى؛ نوځكه له دې آره هر ډول بېلارېتوب، خطرناكې او بدې پايلې دي. په تېره كم پلورنه خپلمنځي ډاډ، پانګه چې د راكړې وركړې مهم اركان دی، له منځه وړي او وټيز غونډال – اقتصادي نظام ويجاړوي. دا موضوع هم پاموړ ده، چې كم پلوري له حقوقي پلوه د پېروونكيو پوروړي دي او توبه يې هله شونې ده، غصب شوي حقوق بېرته وركړي او ان كه خاوند يې و نه پېژني، بايد انډول يې د اصلي خاوند له لوري د ((مظالمو د رد)) په نامه بېوزليو ته وركړي. بايد پام مو وي، چې كم پلرونه پراخ مفهوم لري او د دندو په كولو كې هر ډول كم كاري او لنډون رانغاړي. په دې توګه، كارګر، چې له خپل كاره څه كموي، ښوونكى او استاد، چې سم درس نه وركوي، هغه دولتي مامور، چې پر خپل وخت دفتر ته نه حاضرېږي او اړین زړه سوی نه لري، دا ټول په دې حكم كې رانغاړېږي او په پايلو كې يې برخوال دي[1594]

((فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ =))

189_ د سيوري والا ورځې عذاب: ((ظله)) د هغې ټوتې وريځې پر مانا ده، چې سيوري اچوي. ډېرى مفسرينو تر آيت لاندې راوړي، چې د حضرت شيعب علیه السلام د قوم پر سيمه اوه ورځې سخته ګرمي راغله او هېڅ باد نه لګېده. ناڅاپه په اسمان كې يوه ټوټه ورېځ راښكاره شوه او باد ولګېد. دوى له خپلو كورونو راووتل او له ډېرې تنګسې د وريځو تر سيوري لاندې كېناستل. په دې وخت كې له وريځې يوه مرګونې برښنا او كړسهار راولاړ شو، چې غوږونه يې كڼول. ورپسې يو اور ورباندې پرېووت او ځمكه ولړزېده او ګرسره هلاك شول. پوهېږو، چې صاعقه (برښنا) د وريځې او ځمكې ترمنځ د غښتلي برېښنایز بهیر پايله ده، چې هم بوږنوونکی غږ لري او هم تندر او ستر اور غورځوي او كله د پېښې په ځاى كې له سختې زلزلې سره هم مل وي. په دې توګه د قرآن حکیم په ګڼ شمېر سورتونو كې، چې د حضرت شعيب د قوم د عذاب په باب ډول ډول تعبيرونه راغلي، ټول يو حقيقت څرګندوي. د اعراف سورت په 91 آيت كې ((الرَّجْفَةُ)) (زلزله) د هود سورت په 94 آيت كې ((الصَّيْحَةُ)) (ستره كړيكه) او په دې آيتونو كې ((عذاب يَوْمِ الظُّلَّةِ)) راغلى دی.

((نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ =))

193_ الرُّوحُ الْأَمِينُ: له ((روح الامين)) څخه مطلب، د وحې پرښته؛ يعنې حبرائيل دى؛ ځكه د بقرې سورت 97 آيت هم د وحې راكوزول ورپورې تړلي دي: ((ووايه: چې څوك له جبرائيل سره دښمن دى (په حقيقت كې د الله تعالی دښمن دى؛ ځكه) هغه خو د الله تعالی په حكم ستا پر زړه قرآن حکیم رانازل كړى دى)) په بل ځاى كې يې ((روح القدس)) ياد كړى دى. (بقره_87) الله تعالی ځكه جبرائيل ته ((روح الامين)) ويلى، چې وښيي، هغه رسول الله ته د الهي پېغام په رسونه کې امين دى او د الله تعالی په خبره كې په لوى لاس يا تېرو يا د هېر له مخې څه اړونه او ادلون بدلون نه راولي[1595]

((وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ. فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ =))

198 او 199_ توكم پالنه: بېشكه انسان، چې د هر هېواد، ټبر او خېل وي؛ نو ورسره مينه هم لري، چې دا مينه نه يوازې نيمګړتيا او عيب نه؛ بلكې ټولنيزو همكاريو ته يو رغنده لامل هم دى؛ خو دا مينه څه بريدونه لري، كه له خپل بريده تېر شي؛ نو ويجاړتيا او كله خو ناورینونه رامنځ ته كوي. خيلي، توکمیز او ټبريز تعصب، چې غندل شوى، په دې مينه كې له پولې وراوړېدل دي. د قوم، ټبر، خېل، توکم او هېواده افراطي دفاع په تاريخ كې د ډېرى جګړو سرچينه وه او نورو اقوامو ته د ټبر او توکم د سننو او آدابو په نامه د خرافاتو د لېږد لامل و. دا افراطي دفاع او پلويتوب كله تردې بريده رسي، چې د خپل ټبر تر ټولو ناوړه وګړي ښكلي او ښه ويني او د نورو غوره وګړي بد او سپېره ګڼي. په بله وينا: توكم پالنه، د ځانپالنې او ناپوهۍ يوه پرده ده، چې د انسان پر اندونو، درك او عقل راخپرېږي او سم ورمندون له كاره غورځوي. دا د عصبيت او توكم پالنې حالت په ځينو اقوامو كې ډېر دى، له دې ځنې يو شمېر عرب دي، چې په تعصب كې مشهور او په دې آيت كې ښوول شوي دي. د جاهلي عربو تعصب تردې بريده و، كه قرآن حکیم پر ناعربو رانازل شوى واى؛ نو ايمان يې پرې نه راووړ. په اسلامي رواياتو كې تعصب د يوه ناوړه خوى په نامه سخت غندل شوى، تردې چې له رسول الله (ص) په يوه حديث كې لولو: ((د چا په زړه كې چې د ږدن دانې هومره عصبيت او توكم پالنه وي، الله تعالی يې د قيامت پر ورځ له جاهلي عربانو سره راپاڅوي)) امام صادق رحمة الله علیه ددې آيت په تفسير كې ويلي دي: ((كه قرآن حکیم پر عجم رانازل شوى واى؛ نو عرب پرې ايمان نه راووړ؛ خو قرآن حکیم پر عرب رانازل شو او عجم پرې ايمان راووړ او دا عجم ته يو غوراوى او فضيلت دى))[1596].

((وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ. وَمَا يَنبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ. إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ =))

210 تر 212 پورې_ پر قرآن حکیم يو بل تور!: دا آيتونه د قرآن حکیم د دښمنانو يو تور يا يوه پلمه ځوابوي، چې ويل یې: محمد (ص) له كوم پيري سره اړيكه لري او آيتونه ورښيي! حال دا قرآن حکیم ټينګار كوي، چې د آيتونه ((تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ)) دي. له آره د قرآن حکیم منځپانګه، د حق او بلنې په بهير كې پر پاكۍ، عدالت، تقوى او د هر ډول شرك پر نفې امر كوي، چې راښيي قرآن حکیم له شيطاني اندونو او د شيطانانو له القائاتو سره هېڅ ډول ورته والى نه لري. د شيطانانو كار خو يوازې او يوازې شر او فساد دى او قرآن حکیم د خير او سمونې كتاب دى. پردې سربېره، دا چار د پېريانو له وسې پوره نه دى. كه دا ځواك یې درلوداى؛ نو پاليانو به د قرآن حکیم په څېر يو كتاب راوړى واى، چې د قرآن حکیم د نزول پرمهال له شياطينو سره په اړيكه كې ول (يا لږ تر لږه مشركانو يې اړيكه رښتونې ګڼله)، سره له دې، چې ټول بېوسي ول او په بېوسۍ يې جوتېږي، چې آيتونه يې له وسې پورته دي. پردې سربېره پاليان پخپله منښته كوي، چې د رسول الله(ص) له زوكړې روسته، د هغو شيطانانو اړيكه ورسره پرې شوه، چې له اسمانونو خبر وو. د قرآن حکیم له نورو آيتونو هم معلو مېږي، چې شياطين ډېر اسمانونو ته ورتلل او په پټه يې غوږ ايښووه او د پرښتو ترمنځ اوڅار شوي مطالب يې، كله خپلو دوستانو ته ورلېږدول؛ خو د رسول الله په زوكړه او بعثت، په پټه غوږ ايښوونه يومخې پرې شوه او د هغه خبرې تړاو له منځه ولاړ. پردې مطلب پخپله مشركان هم پوهېدل، او كه نه پوهېدل، قرآن حکیم خبر كړل[1597].

((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ =))

214_ د نژدې خپلوانو بلنه: له علي کرم الله وجهه روايت شوى: ((چې دا آيت نازل شو، رسول الله (ص) د عبدالمطلب اولاده، چې پر هغه وخت 40 تنه يا يو ترې ډېر يا كم ول، راوبلل، و یې ويل: له تاسې كوم يو زما رور، وارث، ملاتړ او تر ما روسته په تاسې كې زما وصي او ځايناستېږئ؟ دا خبره يې هر يوه ته وكړه او ټولو يې وړانديز و نه مانه، د خبرې مخ ماته شو. ما وويل: رسول الله (ص) ! زه چمتو يم. په دې وخت كې يې د عبدالمطلب ځوځات ته وويل: دا مې په تاسې كې تر ما روسته زما وارث، ملاتړى او زما ځايناستى دى. بيا بلل شويو يو په بل ملنډې ووهلې، پاڅېدل او ابو طالب ته يې وويل: امر يې دركړ، چې په دې هلك پسې به ځې او منې به يې[1598]))

((وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ .أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ . وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ=))

224 تر 227_ په اسلام كې شعر او شاعري: بېشكه د انسان د ټولو وجودي پانګو په څېر د شعر ذوق او د شاعرۍ هنر، هله ارزښتمن دى، چې په سم بهير كې وكارېږي او رغنده ګټنه ترې وشي؛ خو هله بې ارزښته او زيانمن دى، چې د ټولنې د ګروهيزو او اخلاقي بنسټونو نړولو، فساد او بې بندوبارۍ ته د هڅولو لپاره وكارېږي يا انسانان پوچۍ، چټياتو او خيال پلوۍ ته راكاږي او يا يې د يوې تشې او بې مانا بوختيا په څېر وكاروي. په رمضان مياشت كې د روژه ماتي پرمهال د علي کرم الله وجهه يو شمېر يارانو خبره شعر او شاعرۍ ته راښكوده؛ خو علي کرم الله وجهه وویل: ((پوه شئ، چې دين ستاسې د چار كچه ده، تقوى مو د ساتنې لامل دى، ادب مو ښكلا ده او زغم ستاسې د پت ساتنې لامل دى((هو! شعر يوه وزله ده او د ارزونې كچه يې هغه موخه ده، چې شعر ورته كارول شوى دى. كله دا وزله د فساد او تخريب له اغېزمنو لاملونو ځنې شوې او كله داسې كارول شوې، چې يو قوم او ملت يې د خونړي دښمن پروړاندې راپاڅولى او دومره سرښندنې يې كړي، چې دښمن يې مات كړى. له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى دى: ((چې څوك زموږ په هكله يو بيت شعر ووايي، الله تعالی په جنت كې يوه خونه ورته جوړوي[1599]))

سورة النمل

د نمل سورت ټوليزه منځپانګه: له ټوليز پلوه د نمل سورت د مكي سورتونو منځپانګه لري او له ګروهيز پلوه ډېر په مبداء او معاد ډډه لګوي او د علمي او اخلاقي چارو له پلوه، د پينځو سترو پېغمبرانو (موسى، داؤد، سليمان، صالح او لوط عليهم السلام) د حالاتو لويه برخه او له بېلاريو اقوامو سره يې مبارزې يادې كړې دي، چې هم مؤمنانو ته ډاډينه وي په تېره، چې په هغو ورځو كې ډېر لږ ول او ځېلي مشركانو ته يوه ګوتڅنډنه هم وي. په دې سورت كې د حضرت سليمان علیه السلام او د سبا ملكې د داستان مهمه برخه او پر توحيد د سبا ملکې د ايمان راوړو څرنګوالى او له سليمان علیه السلام سره د ملاچرګك (هدهد) په څېر مارغانو او د مېږي په څېر حشراتو خبرې كول دي. همداراز دا سورت، د پالونكي د بې پايه پوهې او د هستۍ پر هرڅه يې څارنه او په بندګانو كې يې د حاكميت او واكمنۍ په باب خبرې دي[1600].

((إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ =))

4_ واقعي كتنه او ايمان: د انسان په ژوند كې مهمه موضوع داده، واقعيت، چې څنګه دى، هماغسې يې وپېژني او پروړاندې يې څرګند دريځ ولري او ګومانونه، له وړاندې قضاوت، انحرافي لېوالتياوې، دوستۍ او دښمنۍ يې د واقعياتو له ليدو او پرې پوهېدو خنډ نشي. له همدې لامله، له خدايه د امامانو عليهم السلام له مهمو غوښتنو يوه دا وه: ((خدايه! واقعيات او ژوي هاغسې، چې دي، راوښيه)) دا حالت يوازې په ايمان ترلاسه كېداى شي؛ ځكه ددې لارې ستر خنډونه؛ سرغړاند هوسونه او ځاني لېوالتياوې دي او ددې خنډونو لرې كول، يوازې په تقوا، ځانساتنې او د ځاني غوښتنو په كابو كولو شوني دي. ددې مانا ښكاره بېلګې زموږ د پېر د يو شمېر دنياپالو په ژوند كې هم وينو. په داسې څيزونو وياړي او تمدن يې بولي، چې ننګ، ګناه او رسوايي ده؛ لكه بې بندوباري، بې ستري، تجمل پالنه او. . . هو بدې او ننګينې چارې يې داسې په پام كې ورښكلې كړاى شوي، چې نه يوازې پرې نه شرمېږي؛ بلكې پرې وياړي.[1601]

((فَلَمَّا جَاءهَا نُودِيَ أَن بُورِكَ مَن فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ =))

8_ هغه چې په اور کې دی او هغه چې په چاپېريال كې يې دی: داچې له ((من)) څخه مطلب څوك دي، مفسرانو ډول ډول احتمالات وركړي دي. تر ټولو خورا نژدې احتمال دادى، چې په اور كې تن، موسى علیه السلام و، چې د شنو ونو په منځ كې بلې لمبې ته دومره ورنژدې شو، چې ته وا پكې دى او د پالونكي مقربې پرښتې يې په چاپېريال كې وې، چې پر هغې ځانګړې شېبې كې، له هغې سپېڅلې ځمكې راتاوې شوې وې؛ يا اپوټه، الهي پرښتې په اور كې دي او موسى علیه السلام يې په چاپېريال كې دى. درېيم تفسير دادى، چې له ((مَن فِي النَّارِ)) منظور د الله تعالی رڼا ده، چې د لمبې په بڼه وه او له ((وَمَنْ حَوْلَهَا)) مطلب موسى علیه السلام و، چې ورنژدې و. په هر حال دا د الله تعالی د جسمانيت په هكله څه توهم پيدا نشي د آيت په پاى كې ((سُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) راغلى، چې له هر ډول نيمګړتيا او جسم والي د الله تعالی سپېڅلتوب بيانوي.[1602]

((وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ =))

14_ځانخبري كافر: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې واقعي ايمان بې له پوهې او يقينه دى او شونې ده له پوهې سره سره د نټې له مخې كفر راولاړ شي. په بله وينا، د ايمان حقيقت، حق ته پوره غاړه ايښوول دي؛ نوځكه كه انسان پر يو څيز علم او يقين ولري؛ خو په باطن يا ظاهر كې يې پروړاندې تسليم نه وي؛ نو ايمان نلري؛ بلكې ((جُحودي كفر)) لري. امام صادق رحمة الله علیه په يوې وينا كې د كفر د پينځګونو ډولونو په ترڅ كې، يو یې ((جُحودي كفر)) ياد كړى او د جُحودي كفر يوه څانګه داسې معرفي كوي: ((چې انسان پوهېږي دا څيز حق او ورته جوت دى؛ خو ترې نټه كوي)) بيا يې پر همدې آيت استشهاد وكړ.[1603]

((وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ =))

16_ د مارغانو ژبه: په دې آيت كې په ډاګه د مارغانو خبرو او د دوى د درك او شعور كچې ته اشاره شوې ده. بېشكه د نورو څارويو په څېر مارغان هم په بېلابېلو حالاتو كې جلا جلا اوازونه كوي، چې د اوازونو په ډول كې يې له ځيرنې پر حالت پوهېداى شو. د غم، غوسې او لوږې په حالاتو كې بېل بېل اوازونه كوي او انسان پرې پوهېداى شي؛ خو ددې سورت آيتونه، تردې ورهاخوا مطالب بيانوي؛ په مرموز ډول خبرې كول، چې خورا دقيق مطالب پكې وايي او له يوه انسان سره يې خبرې اترې. كه څه ځينو ته دا مانا هېښنده ښكاري؛ خو پوهانو، چې په كتابونو كې جلاجلا مطالب كښلي او د مارغانو په باب د ځينو شخصي مشاهدات او كتنې راښيي، دا به څه هېښنده چار نه وي. د څارويو د هوش – په تېره مارغانو- په باب تردې هم هېښنده مطالب مو په لاس كې شته؛ لكه د كور او ځالې په جوړولو كې يې مهارت، د خپل بچي د وضع او په ګاندې كې يې د اړتياوو او ستونزو په باب معلومات، ان تر څو مياشتو روسته د هوا د حالاتو په باب يې وړاندوينه، د زلزلې له كېدو، وړاندې يې خبرتيا او د مارغانو او څارويو په اړه ډېر مطالب، چې دا ټول په ځناورو كې د يو ډول شعور او اوچتې پوهېدنې شتون راښيي. ددې چارو په پامنيوي، هېښنده نه ده، چې ځانګړې ژبه به هم لري او له هغه سره خبرې پرې كولاى شي، چې پر ژبه يې وپوهېږي. د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې هم دې موضوع ته په بېلابېلو بڼو اشاره شوې ده.[1604] په اسلامي رواياتو كې هم ډېر مطالب شته. له امام صادق رحمة الله علیه نه لولو، چې امير المؤمنين علي (ك) ابن عباس ته وويل: ((الله تعالی راته د مارغانو ژبه رازده كړه؛ لكه چې حضرت سليمان بن داؤد ته يې ورزده كړې وه او په وچه او سمندر كې يې د هر خځنده ژبه راوښووله[1605]))

((وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ =))

17_ د حضرت سليمان علیه السلام د واكمنۍ سيمه: تردې آيت لاندې يو شمېر مفسرانو ويينې كړي، چې ايا ټول انسانان، پيريان او مارغان د سليمان علیه السلام په لښكر كې ول يا يې يوه برخه. په ځواب كې وايو: بېشكه سليمان علیه السلام پر ټوله ځمكه واكمني نه درلوده او د واكمنۍ سيمه يې شام، بيت المقدس او په احتمال، د چاپېريال ځينې سيمې وې او ان له راروستو آيتونو ګټنه كېږي، چې د ملاچرګك تر پېښې وړاندې يې د يمن پر هېواد لاسبري نه درلوده او د ملاچرګك له پېښې او د سبا ملكې تر تسليمېدو روسته يې پر يمن واكمني پيدا كړه. همداراز له دې آيتونو پوهېدل كېږي، كوم مارغان، چې د سليمان علیه السلام تر حكم لاندې ول، يو ملاچرګك هم پكې و، چې كله سليمان علیه السلام و نه ليد؛ نو احوال يې وپوښت. حال دا كه ټول مارغان واى او له دې په زرګونو ملاچرګكان؛ نو دا تعبير سم نه و.[1606]

((قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ. إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ =))

29 او 30_ د ليك آداب: دا آيتونه ((ليكدود)) ته بېلګه دي، چې كله مهم او برخليك سازى چار دى. د سليمان علیه السلام ليك د لوراند او لورين څښتن په نامه پيلېږي او په دوو حساب شويو غونډلو د خبرې زړې كښي. همېش سترو مشرانو مو ټينګار درلود، چې ليكونه لنډ، بې له څه زياتونو او پوره حساب شوي وكښئ. اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه خپلو واليانو او استازيو ته په يوه فرمان كې كښلي: ((قلمونه مو تېره كړئ، كرښې سره نژدې كړئ او ماته په خپلو ليكونو كې زياتي مطالب لرې كړئ، ډېر مو مانا ته پام وي او له اوږدو ليكونو ډډه وكړئ، چې د مسلمانانو شتمني ددې لګښت او زيان وس نه لري)) دا سپارښتنه، په بيت المال (يا شخصي) اموالو كې پر ډېر لګښت سربېره، د ليكوال او لوستونكي وخت هم لږ نيسي او ورته نه پاملرنه يې ان كله لاملېږي، چې د ليك بنسټيزه موخه د ليك د تشريفاتي غونډلو په ترڅ كې له منځه ولاړه شي او ليكوال او لوستونكى خپلې موخې ته و نه رسي. له آره د انسان ليك يې د وګړې ښوونكى دى. له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې لولو: ((نورو ته دې استازى، ستا د عقل ژباړن دى او ليك دې يو څرګند څيز دى، چې له لوري دې خبرې كوي.)) امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((د انسان ليك يې د عقل كچه او د ليدانې څومره والى دى)). ددې ټكي يادونه هم اړينه ده، له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې د ليك ځوابول د سلام ځوابولو په څېر فرض دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((د ليك ځوابول د سلام ځوابولو په څېر فرض دى[1607])) ځينو مفسرانو دې ټكي ته په پامنيوي، چې حضرت سليمان علیه السلام خپل ليك په ((بسم الله الرحمن الرحيم)) پيل كړى. له رواياتو په ګټنه يې ويلي: نه يوازې دا غونډله د ليك په پيل كې وكښل شي؛ بلکې بايد ټولو چارو ته ګټوره او لازمه ده؛ لكه د اودس په پيل كې يې ويل د ګرد بدن د پاكوالي لامل دى او په هغو لمونځونو كې، چې حمد او سورت په ورو ويل كېږي ((ماسپښين او مازديګر)) او په مستحبي لمونځونو كې د بسم الله په لوړه ويل د شيطانانو د شړلو لاملېږي او د كړاوونو پرمهال يې ويل د سختيو د لرې كېدو لامل دى او انسان خپلو موخو ته رسي او پر سورلۍ د سورېدو پرمهال يې ويل د انسان د ساتنې لامل دى او كور يا د كار ځاى ته د ورننوتو پرمهال يې ويل، هلته د بركتونو د راكوزېدو او د شياطينو د شړل كېدو لاملېږي او وړ ده، چې ((بسم الله الرحمن الرحیم)) د هر كور پر وره وكښل شي، چې کور او كورمېشتي له بلاګانو وساتل شي.[1608]

((قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ . وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ =))

34 او 35_ د پاچايانو نښه: له دې آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې په هر ځاى كې سلطنت او استبدادي واكمنۍ د فساد، تباهۍ او د يو قوم د عزتمنو او درنو د ذلت او خوارۍ لاملېږي؛ ځكه مستبدان باوګړه وګړي ګوټناستوي او غوړه مالان، چوپړ ته رابولي او په هرڅه كې خپله ګټه لټوي. هغوى ډالۍ، بډې، پيسې او چل ول ښه مني او زورمټي، چې پر دغسې څيزونو لاسبري دي، ورته عزتمن دي. د پاچايانو فكر او زړه په مقام، پيسو او زېوراتو كې راښكېل دي؛ حال دا پېغمبران يوازې د امتونو د سمونې په فكر كې دي. پاچايان له ډاليو سره سخته مينه لري او د كمزورۍ او خوارۍ ټكى يې همدا دى، چې په ګرانبيه ډاليو يې تسليمولاى شو. له همدې لامله، د سبا ملكې، سليمان علیه السلام ته ډالۍ ورولېږلې، چې معلوم كړي پاچا دى که پېغمبر. له نظره يې، كه سليمان علیه السلام ډالۍ منلې واى؛ نو ځانپالى پاچا و، چې د واک غوښتنې له مخې يې خپله واكمني پراخواله او كه ډالۍ يې نه منلې؛ نو له بلنې يې موخه فساد، واک غوښتنه او لاسبري نه وه او بله موخه يې درلوده، چې په دې حال كې بايد عقلمن وچلوو.[1609]

((قَالَ عِفْريتٌ مِّنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ =))

39_ د پياوړي جوسې خاوند پېرى او هغه چې د كتاب څه پوهه ورسره وه: ((عِفْريتٌ)) د سرغړاند او خبيث وګړي پرمانا ده او د ((وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ)) غونډله هم ښيي، ډارېدل هسې نه دا ((عِفْريتٌ)) خيانت وكړي؛ نوځكه د پياوړې جوسې خاوند پېري د ځان په دفاع كې د امانت او وفادارۍ ژمنه وكړه. ښايي دا پوښتنه اوڅار شي، چې څرنګه دا ژوی له عادت هاخوا دغسې يو چار كړاى شي. په ځواب كې يې ويلي، چې كله نامؤمنان هم د كړمنو رياضتونو او له نفس سره د مبارزې له مخې په يو شمېر له عادات اخواوو لاسبري پيدا كوي؛ خو له معجزې سره يې د چار توپير په دې كې دى، چې چارې يې پر بشري محدود واک ولاړې دي؛ نو همېش محدودې دي؛ حال دا معجزې د الله تعالی پر بې پايه واک ولاړې دي او واک يې د نورو صفاتو په څېر نا محدود دى. ددې توپير څرګنده بېلګه همدا آيتونه دي، چې هغه توپير راښيي، ددې ډول پيري د واک او هغه ترمنځ شته، چې د كتاب څه پوهه يې درلوده. داچې دا سړى څوك و او دا هېښنده واک يې له كومه ترلاسه كړى او د كتاب له پوهې مطلب څه دى، په اړه يې مفسرانو ډېرې خبرې اترې كړې دي[1610]. د اهلبيتو په روايتو كې راغلي، چې دا ((آصف بن برخیا))، د حضرت سليمان علیه السلام وزير او وصي و.[1611] نورو ويلي، چې دا ايمانوال، له الهي ستر نامه)اسم اعظم(خبر و؛ هماغه ستره نامه، چې هرڅه يې پروړاندې خاضع او غاړه ږدي او انسان ته سرباندی واک وركوي؛ البته ددې پوهې مطلب دا نه دى، چې يو انسان داسې يوه کلمه ووايي، چې هېښنده او ستر اغېز ولري؛ بلكې منظور دا دى، چې دا الهي ستره نامه پر ځان پلې كړي او د پوهې، اخلاقو، تقوا او ايمان له پلوه دومره بشپړتيا ومومي، چې پخپله يې ښكارندوى شي. دا مانيز او روحاني تكامل، د ((الهي اسم اعظم)) يو څرك دى، چې په انسان كې دغسې يو خارق عادات پيدا كوي[1612]. آيت دا مطلب څرګندوي، چې هغه سړي الهي پوهه او له الله تعالی سره ځانګړې اړيكه درلوده، چې كه هر وخت يې له خدايه څه غوښتل او خپلې اړتياوې يې درشل ته ور وړاندې كولې؛ نو الله تعالی يې غوښتنې ورپوره كولې.[1613]

((قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ . فَلَمَّا جَاءتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ . وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَافِرِينَ . قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّن قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ =))

41 تر 44_ د سليمان علیه السلام روزنيز دود: دا آيتونه له سبا ملكې سره د حضرت سليمان علیه السلام دوه سنجول شوي چلنونه راښيي، د ايمان راوړو لامل یې شو: لومړى داچې حضرت سليمان يې تخت (چې په خارق العاده ډول يې د هغه له هېواده خپل هېواد ته راوړى و) ناپېژندګلو كړ، چې د پوهېدنې او درك كچه يې وسنجوي. د سبا ملكه هم، چې خورا هوښياره وه، خپل تخت یې چې وليده؛ نو پوه شه، چې سليمان يې پوهوي، چې د الهي او خارق العاده واک څښتن دى؛ نوځكه يې وویل: دې چار ته څه اړتيا نه وه او تردې وړاندې د سليمان له واکه خبره وه او غاړه مو ورته ايښې وه. سليمان علیه السلام د خپل نبوت بلې نښې ورښوولو ته د خپلې ماڼۍ له ښيښې جوړ انګړ ته ننايسته، د انګړ غولى داسې و، چې د سبا ملكې وګڼله، دلته اوبه بهېږي؛ نو يې بډې ووهلې، چې ترې تېره شي؛ خو پوه شوه، چې اوبه نشته او ښيښه دومره پاكه او رڼه وه، چې د رڼو اوبو په څېر معلو مېده. دلته بيخي ورته جوته شوه، چې سليمان يو عادي انسان نه دى او له ځواكمن الله تعالی سره په اړيكه کې دى او ددې په پامنیوي، چې له سليمانه يې نورې نښې -؛ لكه په ځانګړي ډول د ملا چرګك تلل، د ډالۍ نه منل او له لرې يې د تخت راوړل – ليدلې ول، بې د رنګه يې په خپلې تېرې تيارې منښته وكړه او د الله تعالی درشل ته يې غاړه كېښووله او ايمان يې راووړ. هو! سليمان علیه السلام د پوځي يرغل پرځای، چې ضايعات او وينه تو یېدنه هم ورسره وه، د ملكي فكر دومره هک پک كړ، چې له آره په دغسې فكر كې نشي، په تېره، چې هغه ښځه وه او دغسې تشريفاتو ته يې اهميت وركاوه[1614]..

((قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ =))

46_ د استغفار حقيقت: په دې آيت كې مو ولوستل، چې حضرت صالح علیه السلام استغفار الهي لورنې راجلبولو ته يو لامل ښیي: بايد پام مو وي، چې د استغفار حقيقت، په خوله له استغفار ويلو ور هاخوا يو څيز دى. له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه په يوه روايت كې راغلي، چې يو چا يې په مخكې (په بې پامۍ) وويل: ((استغفرالله)). امام وویل: ((مور دې بوره شه، د استغفار پر مفهوم پوهېږې؟ استغفار د لوړ پوړیو مقام او يوه نامه ده، چې شپږ ماناوې لري: لومړى په تېرو پښېماني؛ دويم هوډ به کوې، چې بيخي به تېرو ګناهونو ته نه ورستنېږې؛ درېيم د خلكو حقوق پوره وركړې، چې له الله تعالی سره له هرې ګناه پاك ليده كاته وكړې؛ څلورم فرض، چې دې نه وي كړي، و يې كړې؛ پينځم، پر بدن دې، چې په ګناه كې كومه غوښه راټوكېدلې، په غم او خپګان كې يې ويلې كړې، چې پوټكى دې له هډوكيو سره ونښلي او بيا دې د پوټكي او هډوكيو ترمنځ نوې غوښه راوټوكېږي؛ شپږم پر بدن دې د طاعت كړښت وڅكې؛ لكه چې حلاوت او خوږلنی دې پرې ورڅكلى و؛ نو هله ((استغفر الله)) ووايه))[1615].

((وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ . قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ =))

48 او 49_ نهه مفسدې ډلې: دا آيت د ((حِجر)) ښار ته اشاره لري، چې د شام او حجاز ترمنځ په ((وادى القرى)) سيمه كې پروت او ثمود قوم پكې مېشت و. په دې ښار كې نهه مفسدې ډلګۍ وې، خپلمنځی پوهاوی يې وكړ، چې د شپې شپې به پر صالح او كورنۍ يې يرغل وكړي او و يې وژني او ولي ته به يې ځان ناګاره كړي. دې دسيسې ته ورته د رسول الله د پېر مشركانو هم سنجولې وه. هوډ يې درلود، چې پېغمبر ووژني؛ خو د پلي كولو په څرنګوالي كې يې اړپېچ درلود، چې ناڅاپه یې شيطان د يو بوډا په بڼه غونډې ته ورننوت او وړانديز يې وكړ، چې له څلوېښتو ټبرونو دې څلوېښت تنه راټول شي او په نيمه شپه كې دې د پېغمبر پر كور بريد وكړي او و يې وژني او په دې توګه د پېغمبر وينه به پر څلوېښتو تنو ووېشل شي او اوليا به يې په ديه اخستو راضي شي؛ خو په الهي مرستو او د علي کرم الله وجهه په سرښندنه دسيسه خنثى شوه.[1616] ځينو مفسرانو كښلي: نهه ډلې، چې د صالح علیه السلام د وژنې هوډ يې كړى و، د پرښتو په تېږو هلاك شول. ځينو ويلي، چې صالح علیه السلام ته امر وشو، چې له منځه يې ووځي؛ خو څوك پرې پوه شي؛ بيا الله تعالی پرې عذاب راكوز كړ او هلاك يې كړل. ځينو ويلي، چې د غره لمن ته ورغلل او صالح ته سترګې پر لار ول، چې ناڅاپه غر پرې راولېد او له منځه يې يوړل.[1617]

((فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ=))

52_ تش كورونه: ((خاوية)) د ((خواء)) له مادې او كله د غورځېدو او ويجاړېدو پر مانا او كله د تشېدو پر مانا ده. دا تعبير لوېدونكيو ستوريو ته هم راغلى دى. ((خوى النجم))؛ يعنې ستورى ولوېد. ويلي يې دي: د ((خوى)) آريزه مانا، تشېدل دي او دا تعبير وږيو خېټو، پوچ غوز او له بارانه تشو ستوريو ته هم ويل شوى دى (جاهلي عربان ګروهن ول، چې په څنډ كې له هر راښكاره كېدونكي ستوري سره باران مل وي). دا آيت وايي، چې د ثمود قوم كورونه د ظلم په پار تش شول، نه غږ ترې راپورته كېږي او نه څه خوځښت پكې شته او نه څه ځلبلي او نه د مېلو چړچو او د ګناهونو ډكې غونډې ترې پاتې دي. هو! د ظلم اور پكې ولوېد، ټول یې وسوځول او ويجاړ يې كړل.[1618]

((قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ =))

59_ د ((الحمد لله)) د ذكر فضيلت: له اهل بيتو عليهم السلام په رارسېدلو رواياتو كې د ((الحمد لله)) ذكر ويلو ته ډېر فضيلت روايت شوى دى. په يو روايت كې لولو، چې مفضل، امام صادق رحمة الله علیه ته وويل: يوه هر اړخيزه دعا راوښيه. حضرت وويل: ((د الله تعالی ستاينه او منندوينه وكړه، چې په دې حال كې هر لمونځ كوونكی دعا ورته كوي؛ ځكه دوى ټول په لمانځه كې وايي ((سمع الله لمن حمده)) ((الله تعالی د هغه چا واورېدل، چې دده ستاينه يې وكړه)) په بل روايت كې راغلي، كه څوك د ورځې څلور ځل ((الحمد لله)) ووايي، ددې ورځې منندوينه يې كړې او كه د شپې يې ووايي، د همدې شپې منندوينه يې كړې ده. ان ويلي يې دي: په خوشحاليو او خپګانونو كې د الله تعالی شكر وكاږئ او و یې ستايئ، پردې حال كه انسان ته كوم نعمت ورسېد، ووايي: ((الحمد لله على هذه النعمة)) او كه څه كړاو ورورسېد، ووايي: ((الحمد لله على كل حال)).[1619]

59_ د الله تعالی پر غوره بندګانو سلام: له دې غوره بندګانو مطلب پېغمبران او امامان دي؛ لكه چې د آل عمران په 33 آيت كې راغلي دي: ((الله تعالی، آدم؛ نوح، آل ابراهيم او آل عمران ته پر نړيوالو غوراوى وركړ)). مفسرانو ويلي، چې الله تعالی په دې غونډله پر خلكو د سپېڅليو (پېغمبرانو او امامانو) له غوراوي خبر كړي يو او د اهل بيتو امامان هم له آل عمران علیه السلام څخه دي[1620].. په روايتونو كې هم د رسول الله(ص) كورنۍ ددې آيت څرګند مصداق ښوول شوى دى.[1621]

((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ=))

62_ د اړمن دعا: په دې آيت كې، د الله تعالی له لوري د ستونزاوارۍ، د پر ټپه ولاړ حالت له منځه تلل او د دعا قبلېدل راغلي. پر هغه مهال، چې د انسان پر مخ د وزلو د نړۍ ټول ورونه تړل كېږي او چاړه تر هډوكي رسي او بنيادم له هر پلوه ستړى او اړمنېږي؛ نو يوازې د پاک الله تعالی ذات دى، چې ستونزې هوارولاى، هيلې راټوكولاى او د انسان پر مخ د لورنې ورونه پرانستلاى شي. كه څه الله تعالی (په شرايطو برابر) د ټولو دعا قبلوي، په دې آيت كې، په تېره په مضطر (اړمن) ډډه لګول شوې ده؛ په دې دليل، چې د دعا د قبلېدو يو شرط دادى، چې انسان يومخې د وزلو له نړۍ سترګې واړوي او خپل زړه او روح د الله تعالی په واك كې كړي او هرڅه له هغه وبولي او د هرې ستونزې هوارونكى يې وګڼي او دا درك او ليد، په پرېشانۍ كې ترلاسه كېږي. دا سمه ده، چې نړۍ د وزلو نړۍ ده او مؤمن په دې اړه تر وسې هڅه كوي؛ خو كله هم د وزلو په نړۍ كې نه وركېږي او ټول د الله تعالی له بركتونو بولي. دا پړاو، د دعا قبلېدو مهم ترين شرط دى. په ځينو رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي عليه السلام په پاڅون تفسير شوى دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((دا آيت د آل محمد د مهدي په اړه رانازل شوى دى. پر الله تعالی قسم مضطر هغه دى، چې كله په ابراهيم مقام كې دوه ركعته لمونځ كوي او د الله تعالی درشل ته لاسونه پورته كوي، دعا يې قبلوي، ستونزې لرې كوي او پر ځمكه يې خليفه كوي)) البته آيت پراخ مفهوم لري، چې يو څرګند مصداق يې حضرت مهدي دى، چې كله هرځاى په فساد كې راښكېل وي او بشريت له سخت كړكېچ سره مخ وي او پر نړۍ پرېشاني راخپره شوې وي؛ نو امام مهدي د ځمكې په خورا سپېڅلي ځاى كې په دعا لاس پورې كوي او د ستونزو لرې كېدو دعا كوي او الله تعالی يې دا دعا د نړيوال سپېڅلي انقلاب پيلامه ګرځوي او د ((وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ)) په مصداق، هغه او ياران يې د ځمكې ځايناستي كوي[1622].

((بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّنْهَا بَلْ هُم مِّنْهَا عَمُونَ =))

66_ ړانده دنيا ويني: ((ادَّارَكَ)) په آر كې ((تدارك)) و او د تدارك مانا داده، چې – د ځنځير د كړۍ په څېر- د يو څيز اجزاوې یو په بل پسې راشي، پوره شي او څه ترې پاتې نشي؛ نو د آيت مانا داده، چې د غير آخرت په باب يې خپله پوهه يو مخي تر پايه رسولې او څه ورته پاتې نه دي، چې آخرت پرې ومومي؛ نوځكه تر ویينې لاندې آيت، د نجم له 29 او 30 آيتونو سره ورته دي، چې وايي: ((نو له هغه مخ واړه، چې زما له ياده يې مخ اړولى وي او بې د دنيا له توکیز ژونده بل څه نه غواړي، پوهه يې دومره ده. . .)) دا آيت پر آخرت د پوهې د بې برخېتوب له پړاوونو خبرې كوي او ځېلي مشركان يې په هسكه څوكه كې يادوي؛ ځكه د ((بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ)) مانا داده، چې د آخرت په هكله څه پوهه نلري او غوږونو ته يې ور رسېدلى نه دى. د ((بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّنْهَا)) مانا هم داده، كه د قيامت خبر يې اورېدلى او زړونو ته يې ننوتي؛ خو يقين يې پرې كړى نه دى او په اړه يې شكمن دي او تصديق كړى يې نه دى. د ((بَلْ هُم مِّنْهَا عَمِونَ)) مانا هم داده، كه پر قيامت له ګروهې بې برخې شوي، په دې پار دي، چې الله تعالی یې د ګروهو او كړنو له لامله د زړه سترګې ړندې كړي او په پايله كې له پوهېدو او دركه بېوسې او عاجز دي؛ نو دوى د ناخبرۍ په روستي پړاو كې دي او د پوهېدو يوه لار هم پاتې نه ده.[1623]

((قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ =))

72_ څه ته بيړه؟: ((رَدِفَ)) د ردف له مادې او د يو څيز ترشا كېناستل دي؛ نوځكه چې څوك پر آس سور شي، ((رديف)) ورته ويل كېږي. همدا راز كوم وګړي او څيزونه، چې يو په بل پسې شي ورته كارېږي. داچې له دې عذاب مطلب څه و، ځينې وايي، چې هماغه سخت ګوزار و، چې د بدر په غزا كې پر ځېلي ګناهګارانو وشو او اويا تنه مشران يې هلاك او اويا يې ونيول شول. دا احتمال هم شته، چې مطلب، عمومي دردناك مجازات وي، چې البته د رسول الله د شتون په پار چې ((رحمة للعالمين)) و، ترې لرې شوى او د انفال 33 آيت هم پرې شاهد دى. ښايي د ((عَسَى)) تعبير د رسول الله(ص) له خولې وي او ان په الهي كلام كې يې شتون هم – د ځينو د انګېرنو پرخلاف – هېڅ ستونزه نه لري؛ ځكه د يو څيز د شتون سريزو او غوښتنو ته اشاره ده؛ كه څه شونې ده، دا سريزې له خنډ سره مخ شي او روستۍ پايلې ته ونه رسي.[1624]

76_ قرآن حکیم؛ د بني اسرائيلو اړپېچ څرګندوي: بني اسرائيلو په ډېرو چارو كې اختلاف درلود؛ د ((مریم)) او ((عيسى)) په باب، د هغه پېغمبر په باب، چې په تورات كې یې زېرى راغلى و، چې دا به څوك وي او همدا راز په ډېرو ديني او مذهبي احكامو كې. قرآن حکیم راغى او په اړه يې په حق څرګندونه وكړه، چې مسيح علیه السلام پخپله په ډاګه ويلي، ((زه د الله تعالی بنده يم او اسماني كتاب يې راكړى او پېغمبر كړى يې يم)) ((مريم_20)) او هم يې څرګنده كړې، چې مسيح بې پلاره له موره پيدا شوى او دا څه محال چار نه دى؛ ځكه الله تعالی آدم بې پلار و موره او يوازې له خاورو وپنځاوه (آل عمران_59) همدغسې په تورات كې، چې د كوم پېغمبر ځانګړنې راغلي، د اسلام پېغمبر بولي. په هر حال، د قرآن حکیم يو رسالت دا دى، چې له هغو اختلافاتو سره مبارزه وكړي، چې د انبياوو له ښوونو سره د ورګډ كړای شويو خرافاتو راولاړشوي او هر پېغمبر دنده لري، چې هغو اختلافاتو ته د پاى ټكى كېدي، چې له تحریف، اړونو او د حق و باطل له ګډولې را پيدا شوي وي او داچې دغسې يو چار د ناپوهۍ له چاپېرياله د يو راولاړ شوي نالوستي له وسې پوره نه ده؛ نو څرګندېږي، چې د الله تعالی له لوري دی.[1625]

((وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ =))

82_ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ: ((دابة)) د خځنده پر مانا ده. د ځينو د انګېرنو پرخلاف، دا کلمه يوازې نا انسانانو خځندو ته نه كارېږي؛ بلكې پراخ مفهوم لري، چې انسانان هم رانغاړي؛ خو قرآن حکیم يې د مصاديقو په اړه څه ويلي نه دي. ته وا، چې چار پر ابهام او اجمال ولاړ دى او يوازې دا ځانګړنه ورته ياده شوې، چې له خلكو سره خبرې كوي او په اجمال بې ايمانه وګړي په نښه كوي. په دې باب په اسلامي رواياتو او د مفسرينو په خبرو كې ډېرې ویينې ليدل كېږي. ځينې مفسران يې د راغليو روایاتو له مخې يو انسان بولي؛ يو سرباندې انسان؛ خوځند او کارند، چې يو چار یې د منافقينو له ليكي د مسلمانانو جلا كول او پر نښه كول يې دي. له رسول الله نه په يو حديث كې يې ځانګړنه داسې راغلې: ((دومره غښتلى دى، چې هېڅوك نه وررسي او څوك ترې تښتېداى نشي، د مؤمن پر تندي نښه ږدي او مؤمن پرې ليكي او د كافر تندي په نښه كوي او كافر پرې كښي، د حضرت موسى کونټۍ او د سليمان ګوته ورسره ده.)) په ګڼ شمېر رواياتو كې يې مصداق امير المؤمنين علي (ك) ښوول شوى دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو معتبر روايت كې راغلي: ((علي په جومات كې ويده و. رسول الله ورغى او راويښ يې كړ او و یې ويل: ((پاڅه! الهي خځنده)) يو يار يې وويل: رسول الله! ايا موږ يو بل په دغسې نامه يادولاى شو؟ رسول الله وويل: نه. دا يوازې د ده نامه ده او هغه ((دابة الارض)) دى، چې الله تعالی په قرآن حکیم كې ويلي: ((وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ)) بيا يې وويل: ((علي! الله تعالی دې په روستي پېر كې، په غوره بڼه ژوندى كوي او داسې وزله به دې په لاس كې وي، چې خپل دښمنان به پرې په نښه كوي.)) ددې روايت له مخې، تر ويينې لاندې آيت، د ((رجعت)) په اړه دى، چې په دې باب له ورپسې آيت سره همغږى دى.[1626].

((وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ =))

83_ رجعت: دا آيت د قيامت يوې بلې نښې ته اشاره كوي. له آيته ګټنه كېږي، چې يوه ورځ به راورسي، چې الله تعالی به له هر قوم او ټولي، يو شمېر را ژوندي كړي او د خپلو كړنو سزا ته يې چمتو كوي. ډېرى مشران دا آيت، له قيامت وړاندې همدې دنيا ته د يو شمېر نېكچاريو اوبد چارو راستنېدا بولي؛ ځكه كه پخپله قيامت ته اشاره وي؛ نو د ((مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا)) تعبير ناسم دى؛ ځكه په قيامت كې ټول راپاڅي نه څو ډلې. رجعت د اماميه شيعه وله مشهورو ګروهو ځنې ده او په لنډو يې تفسير دا دى: د امام مهدي)عج(تر راښكارېدو روسته او د قيامت په درشل كې يو شمېر نږه مؤمنان او ډېر شرور سرغړاندې دې نړۍ ته راستنېږي. لومړۍ ډله د كمال درجې وهي او دويمه ډله سخته سزا ويني. دا جوته ده، چې په دې نړۍ كې د يو شمېر مړيو راژوندې كېدل له محالاتو ځنې نه دي؛ لكه چې په قيامت كې د ټولو انسانانو ژوندي كېدل پوره شوني دي. د قرآن حکیم مجيد په پينځو ځايونو كې د تېرو امتونو تر مرګ روسته د بيا راژوندي كېدو خبره راغلې ده[1627]. ددې ګروهې پروړاندې ستره پوښتنه دا ده، چې موضوع عمومي اړخ نه لري؛ بلكې په نېكچاريو مؤمنانو پورې ځانګړې ده، چې د ايمان په لوړيو پړاوونو كې وي؛ همدا راز هغه كفار، چې د كفر او ظلم په خورا بدرنګ پړاو كې وي. هغه مؤمنه ډله، چې د خپل ژوند په مانيز بشپړتيايي بهير كې له خنډونو سره مخ و او تكامل يې پوره شوى نه و، دنيا ته په راستنېدا خپل بشپړتيايي بهير ته دوام وركوي او د حق او عدل پر نړيوالې واكمنۍ به شاهدان وي او ددې واكمنۍ په جوړښت او له بركاتو به يې په ګټنې كې برخمنېږي. اپوټه يې، سر سخت كافران او منافقان، پر اخروي سزا سربېره، په دې نړۍ كې د فرعونيانو، عاد او ثمود تېرو سرغړاندو اقوامو د سزاګانو په څېر سزا ويني او يوازېنۍ لار يې ((رجعت)) دى.[1628]

((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ =))

89_ له نېكۍ (حسنه) مطلب څه دى؟: داچې په دې آيت كې له حسنه مطلب څه دى، مفسران بېلې بېلې ويناوې لري: ځينو د توحيد پر کلمې ((لا اله الا لله)) او الله باندې پر ايمان تفسير كړى، ځينو د حضرت علي او د امامانو د ولايت پر منلو تفسير كړى او د اهل بيتو له لارې په ګڼ شمېر راغليو رواياتو كې پر همدې مانا ټينګار شوى، چې له امام باقر رحمة الله علیه نه په يو حديث كې لولو: علي (ك) خپل يو يار ته وويل: د ((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا)) له مانا دې خبر كړم؟ و یې ويل: هو! درځار. امام وويل: ((حسنه، زموږ د اهل بيتو د ولايت پېژندل دي او سيئة زموږ د ولايت نټه او راسره دښمني ده.)) البته په دې آيت كې حسنه او سيئة پراخ مفهوم لري، چې ټولې نېكې چارې رانغاړي؛ لكه پر الله تعالی، رسول الله ايمان او د امامانو د ولايت منل، چې د هر نېك چار په سر كې دي او په آیت كې نورې ښې كړنې هم رانغاړېږي.[1629]

سورة الـقصـص

د قصص سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په داسې شرايطو كې نازل شوى، چې مؤمنان د شمېر او ځواك له پلوه د ډېری غښتلي دښمن په منګولو كې راګېر ول؛ دا لږكي مسلمانان یې دومره تر دباو لاندې وه، چې يو شمېر د اسلام د ګاندې – راتلونکې په باب اندېښمن ښکارېدل. داچې دې حالت، د فرعونيانو په منګولو كې د بني اسرائيلو وضع ته ډېر ورته والى درلود؛ نو ددې سورت د نيمو آيتونو په شاوخوا كې د موسى علیه السلام ، بني اسرائيلو او فرعونيانو داستان راغلى؛ په تېره د سورت په پيل كې مستضعفانو ته د حق او عدالت د واكمنۍ او د ظالمانو د دبدبې د دړې وړې كېدو زېرى وركړاى شوى دى. د سورت بله برخه، پر خپلې پوهې او شتمنۍ د ډېر غاور قارون داستان څرګندوي، چې د فرعون پر برخليك اخته شو، ((هغه)) په اوبو كې ډوب شو او ((دى))، ځمكې راښكود. ددې دوو برخو ترمنځ د توحيد، معاد، د قرآن حکیم اهميت، په قيامت كې د مشركانو حالت، هدايت، بېلارېتوب او د كمزوريو وګړيو د پلمو ځوابول راغلي، چې د لومړۍ برخې پايله او دويمې ته یوه سريزه ده.[1630]

((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ =))

5_ زموږ اراده؛ د مستضعفينو بريا: دا يو څرګند او هيلمن آيت دى؛ ځكه د يو ټوليز قانون په توګه او د مضارع او مستمر فعل په بڼه ويل شوى، چې و نه انګېرل شي، يوازې د بني اسرائيلو په بېوزليو كړاى شويو او د فرعونيانو په واكمنۍ پورې ځانګړى دى؛ بلكې وايي: فرعون غوښتل، چې د بني اسرائيلو ځواك او دبدبه وځپي؛ خو موږ غواړو مستضعفان د ځمكې مشران او پاتوړي- وارثين كړو. دا پر باطلو د حق او پر كفر د ايمان په باب يو زېرى دى. ددې الهي ارادې د پلې كېدو يوه بېلګه، د بني اسرائيلو حكومت او د فرعونيانو د واكمنۍ راپرځېدل دي. پوره بېلګه يې د اسلام تر راښكاره كېدو روسته، د رسول الله (ص) او يارانو يې واكمني ده؛ د مؤمنو، پاك زړيو، بېوزليو او مظلومانو واكمني، چې د خپلې زمانې فرعونيانو ملنډې پرې وهلې او تر دباو لاندې يې نيولې وه. په پايله كې الله تعالی په همدې ډلې د كسرا او قيصر د ماڼيو ورونه پرانستل او له واكمنۍ يې راوپرځول. پراخه بېلګه يې، د امام مهدي عليه السلام په مشرۍ پر ګرده ځمكه د حق او عدالت د واكمنۍ راښكاره كېدل دي. دا له هغو آيتونو ځنې دي، چې په ډاګه د دغسې واكمنۍ د رامنځته كېدو زېرى وركوي. په ډېرى روايتو كې دې سترې راښكاره كېدو ته اشاره شوې ده. ددې آيت په تفسير كې له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې لولو: ((دا ډله، آل محمد (ص) ده. پر دوى تر ډېر دباو او كړاو روسته، الله تعالی ترې مهدي راپاڅوي، عزت وركوي او دښمنان يې ځپي))[1631]

((وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ =))

6_ هامان څوك و؟: هامان د فرعون مشهور وزير و او تردې بريده يې په غونډال كې نفوذ درلود، چې دې آيت، د مصر لښكرې د فرعون او هامان لښكرې يادې كړې دي[1632]. له رواياتو او تاريخونو ګټنه كېږي، چې دا يو ځيرك او چلي سړى و او د فرعون په ډېرى جناياتو كې يې همكاري درلوده او ان په ځينو ځايونو كې يې، فرعون ته لارښوونه كوله. د بېلګې په توګه، په رواياتو كې لولو، چې كله حضرت موسى علیه السلام فرعون د الله تعالی لوري ته راوباله او ژمنه يې ورسره وكړه، چې كه پر الله ايمان راوړې؛ نو په نړۍ كې به سوكاله ژوند ولرې او تر مرګ روسته به جنت ته ولاړ شې. فرعون لږ شانته د موسى علیه السلام د بلنې تر اغېز لاندې راغى؛ فرعون بې د هامان له سلا مشورې “څه كار نه كاوه، په دې اړه يې مشوره ورسره وكړه، چې په چل ول يې د فرعون د ايمان راوړو مخه ونيوه. همدا راز روايت شوى، د موسى علیه السلام پروړاندې، چې د فرعون كوډګرو ماته وخوړه او پر الله يې ايمان راووړ؛ نو د بني اسرائيلو ډېرى خلكو پر موسى علیه السلام ايمان راووړ، په دې وخت كې هامان فرعون ته وړانديز وكړ، چې د موسى علیه السلام دين ته ور اوخوتي دې بنديان كړي او فرعون همدغسې وكړل. پر هغه مهال (؛ لكه چې د اعراف په 133 آيت كې لولو) الله تعالی پرلپسې د توپان، ملخو، د بوټو آفتونه، چونګښې او د وينې عذاب پرې راكېباسه[1633]. له همدې لامله په رواياتو كې لولو؛ لكه چې څنګه نوموړی په نړۍ كې د فرعون ترڅنګ پر ځمكه پر فساد بوخت و، په آخرت كې به هم په اور كې سوځي. امام صادق له خپل نيكه امام سجاد رحمة الله علیه روايتوي: ((د دوزخ اور اوه ورونه لري، يو اور يې فرعون، هامان او قارون ته دى. . .)).[1634]

((فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ =))

8_ الهي هېښنده کړلار: د زور ښودانه دا نه ده، كه الله تعالی يو غښتلى او جبار قوم له منځه وړي؛ نو د اسمان او ځمكې لښكرې ورباندې ورسمې كړي؛ بلكې داده، چې پخپله سرغړاندي جباران د ځان منځه وړو ته مؤظف كړي او دومره یې په زړونو او اندونو كې اغېز پرېباسي، چې په خپله خوښه خس راټول او ځان پرې وسوځوي. د زورمټو او سرغړاندو فرعونيانو په باب همدغسې وشول. د موسى علیه السلام د پالنې او ژغورنې په تولو پړاوونو كې فرعونيانو لاس درلود: د موسى قابله له قبطيانو ځنې وه؛ د موسى د ژغورنې صندوق جوړوونكى يو قبطي ترکاڼ و؛ د نيل له توپاني څپو د ژغورنې صندوق نيوونكي آل فرعون ول؛ د صندوق پرانستونكى پخپله فرعون يا يې مېرمن ((آسيه)) وه او په پايله كې د فرعون د ماڼۍ اتل او فرعون ځپونكی موسى، د امن، ارامۍ او پالنې مركز و، دا ده د پالوونكي زور ښودانه!.[1635]

((وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ. فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ =))

12 او 13_ پر موسى د نورو تي وركوونكيو د منع فلسفه: په ځينو رواياتو كې راغلي، موسى علیه السلام ، چې د ټولو تي وركوونكيو ښځو تيونه ونه رودل او د خپلې مور غېږې ته ورستون او تى يې وروده؛ نو هامان (د فرعون وزير) وويل: په اند مې، چې ته يې رښتونې مور يې؛ ځكه په دې ټولو كې يې يوازې ستا تى ورود؟ و یې ويل: ځكه زه خوشبويه يم او شيدې مې خوږې دي او تر اوسه، چې هر ماشوم راسپارل شوى، زما تى يې رودلى دى. حاضرينو يې خبره ومنله او هر يو ګرانبيه ډالۍ وركړې. له امام باقر رحمة الله علیه څخه په يو حديث كې لولو: ((له درېيو ورځو ډېرې تېرې نه وې، چې الله تعالی، ماشوم خپلې مور ته ورستون كړ)). ځينو ويلي: ځكه موسى علیه السلام د نورو ښځو تى ونه رود، چې الله تعالی نه غوښتل، پر دې پاك پېغمبر په حرامو، غلا، جنايت او بډو ككړو ناپاكې شيدې وروي. دا بايد د خپلې مور پاكې شيدې وروي، چې د ناپاكيو پر ضد پاڅون او له ناپاكانو سره مبارزه وكړاى شي. ځينو مفسرانو ويلي، چې موسى علیه السلام د ځوانۍ تر منګه په درناوي د فرعون په ماڼۍ كې پاتې شو؛ خو توحيدي خبرو يې، فرعون كړاوه، تردې چې د موسی علیه السلام د وژنې هوډ یې وکړ، بيا نو موسى علیه السلام ماڼۍ پرېښووله او ښار ته راغى، چې د قبطي او سبطي دوو تنو ترمنځ له شخړې سره مخ شو.[1636]

((وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ .قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ =))

15 او 16_ آيا د موسى علیه السلام وژنه د معصومیت له مقام سره سازګاري لري؟: مفسرانو د قبطي او بني اسرائيلو او د موسى په سوك د قبطي د وژنې په باب پراخې ويینې كړې؛ البته پخپله په آر كې دا كړنه څه مهمه مساله نه ده؛ ځكه فرعوني جنايتكاران، سخت زړي مفسدين ول، چې د زرګونو بني اسرائيلي ماشومانو سرونه یې پرې كړي ول او له هېڅ جنايته يې لاس نه اخست او په دې توګه، وينه يې بني اسرائيلو ته درنه نه وه؛ خو په پېښه كې پخپله د موسى علیه السلام تعبيراتو د تفسير عالمانو ته ستونزه راولاړه كړي: يوځاى وايي: ((هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ)) او بل ځاى وايي: ((رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي)) . دا تعبيرات څنګه د پېغمبرانو له معصومیت سره اړخ لګوي، چې ان تر نبوت او رسالت وړاندې له دې مقامه برخمن دي؟ ددې پوښتنې په ځواب كې وايو: موسى علیه السلام يوازې يوه ((ترك اولا)) وكړه، په دې كړنې يې ځان په كړاو كې كړ؛ ځكه فرعونيان په اسانۍ د قبطي په وژنې له موسى علیه السلام تېرېداى نشو. ذاتاً د ((ترك اولا)) پرېښوول حرام نه دي؛ بلكې لاملېږي، چې كوم ستر چار پرېښوول شي، بې له دې، چې كومه ګناه یې كړی وي. ددې آيتونو په تفسير كې له امام رضا رحمة الله علیه نه په يوه حديث كې لولو، چې له ((هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ)) څخه منظور د هغوى خپلمنځي جګړه وه، چې يو شيطاني چار شمېرل كېده؛ نه د موسى كړه وړه. له ((رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي)) مطلب هم دادى، چې زه نبايد په هغه ځای كې تېر شوى واى، چې تېر شوم. زه نبايددې ښار ته راننوتى واى. له ((فَاغْفِرْ لِي)) مطلب دادى، چې ما دې له خپلو دښمنانو پټ كړه، چې رالاسبري نشي (د غفران يوه مانا، پټول دي.)[1637]

((فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ =))

19_ هغه چې د دواړو دښمن و: ډېرى مفسرينو ويلي: چاچې موسى علیه السلام ته وويل ((غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو تن وژلى و)) هماغه سړى و، چې تېره ورځ يې له موسى علیه السلام مرسته غوښتې وه. بني اسرائيلو، چې خيال كړى و، موسى په دې رټنې هوډ لري د پروني قبطي په څېر يې ووژني، له غوسې يې وډار شو او دغسې يې وويل: له خبرې يې مقابل لوری قبطي پوه شو، چې د پروني قبطي وژوونكى، موسى علیه السلام و؛ نو د فرعون دربار ته ورغى او پېښه يې وویله. فرعون او درباريانو يې سلا مشوره وكړه او د موسى د وژنې هوډ يې وکړ؛ نو له ((بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا)) مطلب هماغه سړى دى، چې تردې يوه ورځ مخكې يې له قبطي سره شخړه كړې وه او حضرت موسى يې مرسته وكړه. قرآن حکیم هم ددې غوڼدلې په يادولو سره ښيي، په تورات كې راغلې دا خبره سمه نه ده، چې ګني د شخړې دواړه لوري بني اسرائيل ول؛ بلكې يو يې بني اسرائيل او بل يې فرعوني و[1638].

((وَجَاء رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ =))

20_ چا موسى علیه السلام د فرعونيانو له نخچې خبر كړ؟: په ظاهره دا سړى هماغه دى، چې روسته په ((آل فرعون مؤمن)) مشهور شو. وايي، نامه يې ((حزقيل)) وه او د فرعون له نژدې خپلوانو ځنې و او دومره ټينګه اړيكه يې ورسره وه، چې په دغسې غونډو كې يې ګډون ورسره كاوه. د فرعون له ګناهګارې وضعې كړېده او سترګې پر لار و، چې پر ضد یې پاڅون وشي او د پاڅونوالو ملګری شي. حضرت موسى ته هيلمن و، چې يوه الهي او انقلابي څېره ده، چې و یې ننګېرله، موسی علیه السلام په خطر كې دى، ځان يې ور ورساوه او له خطره يې وژغوره. په غافر سورت كې به ولولو، چې دا نه يوازې په دې پېښه؛ بلكې په نورو كې هم موسى علیه السلام ته يو ډاډمن وه او د فرعون په ماڼۍ كې د بني اسرائيلو ځيرك څارګر و.[1639]

((فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ =))

24_ د موسى علیه السلام ادب او زهد: موسى علیه السلام ستړى، وږى او په ښار كې مسافر و او پناه ځى يې نه درلود؛ خو وارخطا نشو. دومره ځوان و، چې ان په دعا كې يې په ډاګه ونه ويل: خدايه، دغسې او هاغسې وكړه؛ بلكې و یې ويل: پالونكيه! چې هره خیر ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم؛ يعنې يوازې خپله اړتيا يې څرګنده كړه او پاتې يې د الله تعالی لورنې ته ورپرېښوول.[1640] د پېغمبرانو د زهد او دنيا ته يې د بې پروايۍ په باب له علي کرم الله وجهه په يوه روايت كې لولو: ((كه بې د اسلام له پېغمبره (ص) په بل پسې ځې؛ نو په موسى کلم الله پسې ځه، چې و یې ويل: پالونكيه! چې هره خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم، پر الله تعالی قسم يوازې يوه مړى ډوډۍ يې غوښته)).[1641]

((فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =))

25_ حياء؛ د پېغمبرانو او د دوی د كورنيو خوى و: دا آيت د ((حياء)) مهم لوست رازده كوي. په مخكې آيتونو كې مو ولوستل، چې د حضرت شعيب علیه السلام لوڼو ځكه خپله رمه نه خړوبوله، چې هلته يو شمېر نارينه وو خپل څاروي خړوبول؛ نوځكه دواړو نجونو صبر وكړ، چې ټول شپانه ولاړ شي او بيا خپله رمه خړوب كړي. په دې آيت كې لولو، چې له دوى ځنې يوه يې په خورا حياء راغله او معلو مېده، چې له يوه پردي ځوان سره له خبرو كولو شرمېده او موسى علیه السلام ته يې وويل: ((پلار مې دې غواړي، زموږ رمه دې خړوب كړې، چې مزدوري یې دركړي)) بلخوا، د موسى علیه السلام حياء هم پاموړ ده؛ ځكه په روايتو كې لولو، چې كله موسى علیه السلام د شعيب علیه السلام له لور سره كور ته ور روان شو، و یې ویل: ((شا ته مې راځه او لار راښيه؛ ځكه موږ له هغې ډلې يو، چې ان د ښځو شاته هم نه وينو))[1642]. په يو روايت كې لولو، رسول الله خپل اصحاب وپوښتل: ((ښځو ته څه غوره دي؟)) چا يې پوښتنه ځواب نه كړاى شوه. فاطمه (رض) خبره شوه او و یې ويل: ((زه پوهېږم، چې ښځو ته څه غوره دي؛ داچې سترګې يې پر [نامحرمو] نارينه وو نه لګي او [نامحرم] نارينه يې [هم] ونه ويني.)) رسول الله چې د زهرا (رض) له خبرې خبر شو، ډېر خوشحال شو او و یې ويل: ((فاطمه مې د تن يوه ټوټه ده)).[1643]

((قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ =))

26_سم مديريت ته دوه بنسټيز شرايط: په دې آيت كې، په ټوليز او لنډ ډول د مديريت ستر او بنسټيز شرايط راغلي دي؛ غښتلتيا او امانت. ښكاره ده، چې له غښتلتيا مطلب، يوازې جسماني ځواكمني نه؛ بلكې مراد داچې د مسووليتونو ترسره كول يې له وسې پوره وي. يو غښتلى مدير هغه دى، چې د خپلې دندې پولې ښه وپېژني، له نيتونو با خبر وي، په كړنلار جوړولو كې لاسبري او له بسیا نوښته برخمن وي او د چارو په پېیون- تنظيم كې ځيرك وي. موخې څرګندې كړي او ځواكونه موخې ته د ورسېدو لپاره همغږي كړي. په عين حال كې، زړه سواند، خيرغواړی، امين او سمكارى وي. هغوى چې د مسووليتونو او چارو په ورسپارلو كې يوازې په امانت او پاكۍ قناعت كوي، دومره په اشتباه كې دي، چې د مسووليت منلو ته د تخصص او كارپوهۍ درلودل كافي بولي. د اسلام منطق دادى، چې هر چار بايد د غښتلي، وسمن او امين په لاس كې وي، چې د ټولنې غونډال جوړ شي. كه د تاريخ په اوږدو كې د واكمنيو د زوال په لاملونو كې غور وكړو، وينو چې بنسټيز لامل يې له دې دوو ډلو، يوې ته د چارو په ورسپارلو كې دى: ((خاين مديران)) او ((نامدبره پاكان))، چې د چار پايله یې يوه ده.[1644]

((فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي مِن شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ =))

30_ شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ: ((شاطى)) د څنډې پر مانا ده او ((وادى)) ناو ته وايي، چې نېز ترې تيرېږي؛ نوځكه د دوو غرونو ترمنځ چاود ته هم ((وادي)) وايي. ((بقعة)) د هغې ټوټې ځمكې پر مانا ده، چې د شاوخوا ځمكو په څېر نه وي. ((ايمن)) د ښي اړخ پر مانا ده. ((الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ)) د ناو د ښي اړخ ترڅنګ يو ځانګړې ټوټه يا ځاى دى، چې يوه ونه پكې وه او د ((يا موسى)) غږ ترې راولاړ شو؛ نو له همدې لامله مباركه هم ده. هلته الهي غږ واورېدل شو؛ نوځكه دې سيمې شرافت او سپېڅلتيا ومونده؛ د همدې سپېڅلتيا او شرافت له لامله حضرت موسى علیه السلام مؤظف شو، چې خپلې پڼې وباسي.[1645]

((اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ =))

32_ له ډاره له خونديينې پر سينه لاسونه ايښوول: پر هغه تپه تياره شپه او تش ډاګ كې، د هېښنده معجزو ليدو، موسى علیه السلام ته سخت ټكان وركړ؛ نوځكه امر ورته وشو، چې خپل لاسونه دې پر خپله سينه كېدي، چې زړه یې ارام شي. ځينو ويلي، چې دا د رسالت د مسووليت په تر سره كولو او له هېڅ مقام او ځواكه د نه ډارېدو په هكله د موسى علیه السلام د پياوړي هوډ او پرېكنده توب يوه كنايه ده. ځينو احتمال وركړى، چې كله کونټۍ پر مار واوړېده؛ نو موسى علیه السلام خپل لاس راوغځاوه، چې د ځان دفاع وكړي؛ خو الله تعالی امر وركړ، چې لاس دې راټول كړه او مه ډارېږه، دفاع ته اړتيا نشته. د لاس پرځای د ((جناح)) (وزر) تعبير، يو ښكلى تعبير دى، چې ښايي موخه يې دا وي، چې د انسان د ارامۍ حالت يې د هغه مارغه له حالت سره ورته كړى، چې د يو بوږنوونکي څيز په ليدو وزرونه وهي؛ خو چې آرام شي، بېرته خپل وزرونه راټولوي.[1646] ځينو مفسرانو احتمال وركړى، چې له دې امره منظور دا دى، چې الله تعالی غوښتل، موسى علیه السلام د خشوع، تواضع او عاجزۍ انځور خپل كړي؛ ځكه د ښاڅمنو او پېسمنو- كبرجنو او ځانمنو عادت دى، چې خپل لاسونه په تشو كې ږدي. په دې توګه دا آيت د حجر سورت له 88 آيت سره ورته دى، چې رسول الله ته وايي: ((او پر مؤمنانو د خپلې لورنې وزر ورښكته كړه))

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ =))

34_ څه ته له دروغجن ګڼلو ډار؟: د آيت دا برخه، د موسى علیه السلام د غوښتنې (رور مې هارون علیه السلام رامرستيال كړې) علت څرګندوي. ډارېده، چې فرعونيان به يې دروغجن وبولي او دى به خپه شي او خپل دلايل به څرګند كړاى نشي؛ لكه چې د شعرا سورت په 12 او 13 آيتونو كې د حضرت موسى علیه السلام له خولې لولو: ((پالونكيه! ډارېږم، چې دروغجن به مې وګڼي او سينه مې تنګېږي او ژبه مې پوره نه ګرځي؛ نو ته (مې رور) هارون ته هم رسالت وركړه (چې مې مرستندوى شي).))؛ نوځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې رور مې هارون تر ما ښه فصيح او ژبه ور دى، زما ملګرتوب ته يې راولېږه، چې په بلنه كې مې رښتينتوب تصديق كړي او چې خلك ويينه او جدال راسره كوي، قانع يې كړي؛ ځكه ډارېږم، چې دروغجن مې وګڼي او بيا د خپلې مدعا رښتينتوب ورڅرګند كړاى نشم…[1647]

((وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ =))

38_ د فرعون لوړ برج: د دودپالو سياستوالو يو دود دا دى، چې د خوښې پرخلاف كومه پېښه به يې وشوه؛ نو د ټولیزو افكارو اوړېدو ته يې نوې پېښې رامنځته كولې، چې د ولسونو افكار ځان ته راواړوي. داچې په ټول مصر كې پر كوډګرو د موسى علیه السلام د بري خبره خپره شوه، چې دې ټولو پر موسى علیه السلام ايمان راووړ؛ نو د فرعون واكمني يې هم څپڅپاندې كړه؛ ځكه د ښكېلو ولسونو د راويښېدو احتمال ډېر شو؛ نو پکار ول، چې په هره بيه وي، له دې پېښو عمومي افكار واړوي؛ نو ذهني بوختياوې يې رامنځته كړې، په ډاليو وركولو يې لاس پورې كړ او په دې توګه يې خلك استحمار، تحميق او اغفالول. د ځينو تاريخونو له لامله، هامان امر وكړ، چې په يوه پراخه ځمكه كې دې ماڼۍ او لوړ دنګ بورج جوړ كړي. جوړولو ته يې پنځوس زره معماران او په زرګونو كارګران وګومارل. ماڼۍ دومره دنګه شوه، چې شاوخوا به ترې پوره ښكارېده. ځينو ويلي، چې د ماڼۍ په تاوراتاو پوړیو كې پر آس سور د برج څوكې ته ورختلى شو. چې د برج د جوړېدو كار پاى ته ورسېد؛ نو فرعون وروخووت اسمان ته يې وكتل او اسمان يې هاغسې وليد، چې له ځمكې ليدل كېده. مشهوره ده، چې غشى یې په ليندۍ كې كېښود او پورته يې خوشې كړ. غشى پر يوه مارغه ولګېد يا د مخكېنۍ دسيسې له مخې په وينو ككړ راوګرځېد، فرعون راكوز شو او خلكو ته يې وويل: ولاړ شئ، او بې غمه وسئ، چې د موسى الله تعالی مې وواژه. هرومرو يوې ساده ډلې ورسره ومنله او دا خبر يې هرځاى ته ورساوه. دا يې هم روايت كړى، چې دې ماڼۍ (يا برج) دوام ونه موند او راوپرځېده او يو شمېر يې له منځه يووړل.[1648] ځينو احتمال وركړى، چې د لوړ برج له جوړولو د فرعون مطلب د رصد خانې يا څارنځي جوړول ول، چې له پاسه يې ستوري وڅاري او وويني، چې ايا د ستورو له وضيعته معلومولاى شم، چې كوم پېغمبر مبعوث شوى او د موسى خبرى حقيقت لري كه نه.[1649]

((وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ =))

39_ پر فرعون د استكبار جامې لو یې وې: دا آيت د فرعون او فرعونيانو پر استكبار او مبدا او معاد ته په غاړه نه ايښوولو چې د ټولو جناياتو جړره یې له همدې آرونو څخه نټه كې رانغاړل شوې وه بوخت دى. په رښتيا كمزورى انسان، چې كله يو ماشى له ځانه لرې كولاى نشي او كله ميكروب غښتلي وګړي مړه كوي؛ نو څنګه ځان ستر ښيي او د الوهيت دعوى كوي؟! په قدسي مشهور حديث كې راغلي: ((تكبر او ستريا مې جامه ده او د عظمت جامې يوازې زما كبريايې قد ته سكښتل شوي، چې څوك په دوى كې راسره شخړه كوي؛ نو دوزخ ته يې ورغورځوم.)) ښكاره ده، چې الله تعالی دغسې ځانګړنو او توصيفونو ته څه اړتيا نه لري؛ خو مهمه داده، چې د انسان سرغړونه هله پيلېږي، چې په مغزو كې يې د كبر او غرور بادونه ولګي.[1650]

((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ =))

41_ د رڼا او اور مشران: د قرآن حکیم په منطق كې دوه ډوله امامان لرو: هغه مشر، چې د هدايت په بهير كې د پرهېزګارانو مخكښ دى او هغه امامان، چې د بېلارۍ مشران دي او ددې آيت په وينا، د اور امامان دي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې ددې دواړو ډولو امامانو له ځانګړنو دي، چې: ((لومړۍ ډول يې د الله تعالی حكم، د خلكو پر حكم او پر خپلې ارادې ړومبى بولي او حكم يې له سترو احكامو ګڼي؛ خو دويم ډول يې خپل حكم د الله تعالی پر حكم ړومبى بولي او خپل حكم د الله تعالی تر حكمه اوچت ګڼي)) په دې تول خو د دواړو امامانو پېژندل ډېر اسان دي. د قيامت پر ورځ، چې ليكې جلا كېږي، هره ډله په خپل مشر پسې ځي: اورين، اورين لټوي او راڼه راڼه. قرآن حکیم وايي: ((هغه ورځ، چې هر ډله به يې له خپل مشر سره رابولو[1651])). هو! قيامت ددې کوشنۍ نړۍ يو ستر انځور دى او هغوى چې دلته په كوم امام زړه تړلى او پر ليكه يې دى، هلته يې هم په ليكه كې دى. په زړه پورې خو دا، هغه فرعون، چې په نړۍ كې له خپلو لارويانو مخكې روان و او د نيل په څپو كې يې ورډوب كړل، په قيامت كې به هم مخكې ترې روان وي او د اور په سيند كې به يې ورغورځوي. [1652]

((وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ =))

44_ لويديزه څنډه چېرې ده؟: دې ټكي ته پام پکار دى، چې موسى علیه السلام پر خپله لار له مدين ځنې مصر ته د سينا له سيمې تېرېده، چې كټ مټ له ختیځ څخه لويديځ خوا ته تله. اپوټه، چې كله بني اسرائيلو له مصر څخه شام ته ولاړل او له سينا تېر شول؛ نو له لويديځه ختيځ ته راغلل. بل ټكى داچې د ځينو مفسرانو د نظر له مخې، چې دا آيت او 46 آيت يوې موضوع (حضرت موسى علیه السلام ته د الله تعالی ړومبى فرمان او فرعونيانو ته يې ورلېږنې) ته اشاره لري او په حقيقت كې 46 آيت پر 44 آيت ټينګار دى[1653]؛ خو ځينې مفسران وايي، چې دا آيت د موسى علیه السلام میقات او ورباندې د تورات رانازلېدو ته اشاره لري او 46 آيت د الهي رسالت ړومبي فرمان او فرعونيانو ته د موسى علیه السلام د ورلېږلو په هكله دى.[1654]

((وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ =))

46_ د يوې پوښتنې ځواب: دلته پوښتنه كېږي، چې قرآن حکیم څنګه وايي، چې دې قوم (؛ يعنې د رسول الله همپېري عربان) ته تر تا وړاندې كوم ګواښګرندى راغلى نه دى، حال دا پوهېږو كله هم د ځمكې مخ له الهي حجته تشېږي نه او په دې قوم كې د پېغمبرانو وصيان هم ول. په ځواب كې وايو: مطلب د كتاب د خاوند پېغمبر لېږنه او ښکاره ګواښنګرى دى؛ ځكه د حضرت مسيح علیه السلام او د اسلام د رسول الله د راښكاره كېدو ترمنځ په كلو كلونه تېر شول او اولوالعزم پېغمبر رانغى او دا موضوع ملحدانو او مفسدانو ته يوه پلمه شوه. علي کرم الله وجهه په يوې وينا كې وايي: ((پاك الله تعالی، محمد (ص) پر پېغمبرۍ راولېږه؛ خو په عربانو كې داسې څوك نه و، چې كتاب یې لوستى وي يا يې د پېغمبرۍ دعوى كړې وي؛ نو محمد (ص) لار وروښووله او په لازم ځاى كې يې كېنول او د خپلې ژغورنې کڅ ته ور ورسول.))[1655]

((فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِن قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ =))

48_ سِحران: ((سِحران)) دوو كوډګرو ته وايي او د كافرانو مطلب ترې دوه اسماني كتابونه تورات او قرآن حکیم ول؛ ځكه (لكه چې په مخكې آيت كې مو ولوستل) په پلمه يې وويل: چې قرآن حکیم ولې د تورات په څېر چې يو ځل رانازل شوى و، نه رانازلېږي. قرآن حکیم دا پوښتنه داسې ځوابوي، چې د موسى علیه السلام د زمانې كافران هم ستاسې په څېر د الهي پېغمبر پر اسماني كتاب كافر شول او ستاسې په څېر يې وويل، چې دا كوډې دي.[1656] ځینو مفسرانو ویلي چې له سحرانو مطلب، دوه کوډګر دي او منظور یې حضرات موسی او هارون علیهما السلام وو او دا تعبير د سخت ټينګار لپاره كارول شوى؛ ځكه عربان، چې د چا په باب په ټينګار خبره كوي، هغه كټ مټ عدالت، ظلم يا سِحر (كوډې) ګڼي[1657]؛ لكه د علي (ك) پر عدالت د ټينګار لپاره وايي: علي (ك) عدل دى (اوسنۍ ژباړه د دويم احتمال پر بنسټ ده).

((وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ =))

53_ د خاتم النبيين (ص) تر بعثت وړاندې مسلمانان: هغوى چې دا آيتونه خبرې ترې كوي (؛ يعنې كتابيان، چې رسول الله او قرآن حکیم ته يې غاړه ايښودې ده) د ((إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ)) په غونډله کې د قرآن حکیم حقوالى او ورسره اشنايي څرګندوي. په دې غونډله کې وايي، چې د قرآن حکیم تر نزول وړاندې، ورته تسليم ول؛ يا پر هغه دين مو ايمان درلود، چې اسلام نو مېږي او دا قرآن حکیم بلنه ورته كوي. دا غونډله دې ته اشاره ده، چې دوى د پېغمبر او هغه كتاب له ځانګړنو خبر ول، چې رانازلېږي؛ ځكه په خپلو كتابونو كې يې لوستې وو. قرآن حکیم يې هم په اړه وايي: چې (د الله تعالی) د استازي، “ امى “ پېغمبر لاروي كوي، چې د هغه (نامه او ځانګړنې) ورسره په تورات او انجيل كې ليكلي مومي[1658] او هم وايي: ((آيا همدا نښه ورته بس نه ده، چې د بني اسرائيلو عالمان ترې ښه خبر دي؟)).[1659]

((إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ))

56_ ښیون (هدایت) يوازې د الله تعالی په لاس كې دى: په تېرو آيتونو كې، د دوو ډلو په باب خبرې وې: يوه ډله د مكې ځیلي مشركان ول، چې رسول الله(ص) یې پر هدایت ټينګار درلود؛ خو ايمان يې په زړونو كې وردننه نشو او اپوټه، يوې لرې ډلې كتابيانو الهي هدایت وموند او په مينه يې د اسلام په لار كې سرښندنې وكړې او ان د خپلو ځانمنيو او ناپوهو خپلوانو له ناباندۍ – مخالفته ونه ډارېدل. دې چارو ته په پامنيوي، دا آيت له دې حقيقته پرده لرې كوي، چې هدایت يوازې د الله تعالی په لاس كې دى نه د بل. هغه پوهېږي، چې څوك د ايمان راوړو وړ دي او كوم زړونه حق ته ورتپېږي او په كومو سرونو كې د عشق سودا او لېوالتيا ده. هو! هغه وړ وګړي ښه پېژني، توفيق ور پر برخه كوي او خپلې پېرزوينې ورسره مل كوي، چې ايمان ته لار ومومي؛ خو بدرنګ خويه تور زړي، چې په زړه كې له حق سره دښمن دي او په خپل ټول وس د الله تعالی د استازيو پر ضد مبارزې ته راپاڅېدلي او د ژوند له پلوه دومره ناولي او ننګين دي، چې د ايمان د رڼا وړ نه دي، الله تعالی يې بيخي پر لار د توفيق ډيوه ورته نږدي؛ نوځكه دلته له ښيونه مطلب ((د لارې ښوول نه دي))؛ ځكه دا چار د پېغمبر آريزه دنده ده او بې استثنا يې ټولو ته ورښيي؛ بلكې مطلب له ((مطلوب سره نښلون)) (موخې ته رسېدل) دي. دا يوازې د الله تعالی چار دى، چې په زړونو كې د ايمان تخم شيندي او چار يې هم بې حسابه نه دى. چمتو زړونه ويني او دا اسماني رڼا پرې ورشيندي. په هر حال، دا آيت رسول الله ته يو ډول ډاډينه ده، چې دې واقعيت ته پاملرنه وكړي، چې نه پر شرك د مكې د يو شمېر بوتپالو ټينګار بې دليله دى او نه د حبشيانو يا نجران او د سلمان او بحيرا په څېر وګړيو نږه ايمان، او بيخي دې د لومړۍ ډلې له ايمان نه راوړو نه غمجنېږي، چې الهي رڼا چمتو زړونو ته ورننوځي او تمېږي. په قرآن حکیم كې په څېر يې ډېر آيتونه شته او ښه ترې معلو مېږي، چې ددې ډلو په باب د الله تعالی اراده بې حسابه نه؛ بلكې د حكمت، كړلارې او د وګړيو د وړتيا او هڅو له مخې ده؛ نوځكه الله تعالی يوې ډلې ته د هدايت توفيق ور په برخه كوي يا يې ترې اخلي.[1660]

((قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاء الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ =))

63_ له عابدانو د معبودانو كركه او بېزاري: مشركانو دوه ډوله معبودان درلودل: مشركانو پرښتې او حضرت عيسى بن مريم علیه السلام په الوهيت او خداييتوب نيولي ول او بل يې چټل پېريان (شياطين)؛ لكه ابليس او سرغړاند انسانان؛ لكه فرعون، نمرود او بېلاروونكي مشران. دا آيت د روستي معبودانو په باب خبرې كوي؛ ځكه خبره يې بېلارېتوب او بېلارول دي، حال دا لومړي ډول معبودانو، څوك بېلارې كړي نه دي. دا آيت وايي، چې دا دويمه ډله په قيامت له خپلو عابدانو كركه او بېزاري څرګندوي: ((موږ دوى بېلارې كړل؛ لكه چې پخپله بېلارې شوي وو))؛ يعنې سمه ده، چې زموږ په دوكه بېلاري شوو؛ خو بېلارېتوب ته مو اړ او مجبور كړي نه ول؛ بلكې څنګه چې موږ په خپلې خوښې بېلاري شوي وو، دوى هم په خپله خوښه بېلاري شوو او څه زور زياتى پكې نه و. ابليس په قيامت كې خپلو لارويانو ته وايي: ((. . . پر تاسې مې څه واك نه و؛ خو داچې مې راوبللئ؛ نو بلنه مو ومنله؛ نوځكه پر ما پړه مه اچوئ؛ بلكې خپل ځانونه پړه وګڼئ[1661])). همدغسې وايي: [ يوه ډله وايي: (((تاسې بېلارې مشران وئ، چې په ظاهره) د خير غوښتنې او نېكۍ له لارې رامخته کېدئ (او ځانونه مو حق پلوي ښوول، چې په دې كې مو چل و)!)) وبه وايي: ((بلكې تاسې (پخپله) ایمان راوړونکي نه واست (زموږ څه ګناه ده)؟! او زموږ خو پر تاسې څه زور نه و؛ بلكې پخپله سرغړانده ډله وئ. نو پر موږ (ټولو) د خپل پالونكي خبره ثابته شوه، چې د (عذاب) څکونکي یو. نو موږ پخپله هم بېلاري وو او تاسې مو هم بېلارې كړئ)) نو په رښتینه کې دوى ټول [= مشران او بېلارې لارويان يې] پر دغه ورځ په (الهي) عذاب كې شريك دي.[1662]

((وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ. فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنبَاء يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءلُونَ =))

65 او 66_ پېغمبرانو ته مو څه ځواب وركړ؟: په تېرو آيتونو كې د مشركانو په اړه ويينه وشوه او هم، چې دوی په قيامت كې پوښتل كېږي. په دې آيتونو کې له معبودانو يې په پوښتنې پسې، پوښتلېږي، چې د پېغمبرانو پروړاندې یې څه غبرګون و؟ بېشكه كافران څه ځواب نه لري، كه ووايي، چې بلنه مو یې منلې وه؛ نو دا خو دروغ دي او هلته د دروغو پېرېدونكى نشته، كه ووايي، چې دروغجن مو وګڼل، تورونه مو پرې وروتړل، كوډګر مو وویل، لېونی مو وویل، پر ضد مو يې وسلواله جګړه وكړه او دوى او لارويان مو يې ووژل، چې هرڅه ووايي، د بدمرغۍ لامل يې دى. ستر الهي پېغمبران به د قيامت پر ورځ وپوښتل شي، چې خلكو مو بلنې ته څه غبرګون وښود؟ وبه وايي: ((موږ پر څه نه پوهېږو، ته پخپله له ټولو رازونو با خبر يې))[1663]، دا زړه مړي مشركان دا پوښته څنګه ځوابولاى شي؟

((وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ =))

68_ واك؛ يوه الهي لورنه ده: دا آيت، د شرك پر نفې او د مشركانو د ګروهې پر بطلان يو دليل دى. دا آيت وايي، چې د پنځون واك له الله تعالی سره دى، د شفاعت واك ورسره دى او د پېغمبرانو د رالېږلو واك هم ورسره دى او لنډه داچې د هرڅه واك د الله تعالی په ارادې پورې تړاو لري؛ نوځكه نه له بوتانو څه كار جوړېږي، نه له پرښتو او نه له پېغمبرانو؛ خو د الله تعالی په اجازه. په هر حال، دلته واك او اختيار عمومي بڼه لري؛ يعنې الله تعالی، هم د تكويني چارو واكمن دى او هم د تشريعي چارو او دواړه يې له خالقيته راولاړېږي؛ نو څنګه یې د شرك لار خپله كړې او څنګه د ((غير الله)) پر لور وردرومي؟ موږ ته د اهل بيتو له لارې په رارسېدليو روايتو كې، دا آيت داسې تفسير شوى، چې يوازې الله د معصوم امام د ټاكنې واكمن دى او د ((مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ)) (او پروړاندې يې واك نلري) غونډله هم پر همدې مانا تطبيق شوې او دا په واقع كې يو څرګند مصداق دى؛ ځكه د دين ساتنه او دې موخې ته د سپین لمني معصوم مشر ټاكنه يوازې د الله تعالی له لوري شونې ده.[1664]

((وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ =))

75_ د جزا ورځې ګواهان: په دې آيت کې له ګواهانو د اسلام مطلب پېغمبران دي؛ په دې توګه، چې هر پېغمبر، د خپل امت ګواه دى او د اسلام رسول الله پر ټولو پېغمبرانو او امتونو ګواه دى[1665]. په دې ډول د پېغمبرانو په شتون يوه غونډه جوړېږي او پكې زړه مړي او ځېلي مشركان پوښتل کېږي؛ نو هلته د شرك له ژورو سره اشنا كېږي او د پالونكي حقانيت او د بوتانو چټیتوب ورڅرګندېږي.[1666]

((إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ =))

76_ د بني اسرائيلو ځانمنى شتمن: مشهوره ده، چې قارون د موسى علیه السلام د تره يا توړۍ (خاله) زوى و او پر تورات پوهېده. ړومبى د مؤمنانو په ډله كې و؛ خو د شتمنۍ غرور د كفر لمن ته ور ورغورځاوه او د ځمكې تل ته يې ورولېږه. په تواريخو كې لولو، چې دا له يوې خوا په بني اسرائيلو كې د فرعون استازى او بلخوا د فرعون د زېرمو زېرموال و. فرعون د بني اسرائيلو ښكېلولو، زبېښلو او لوټولو ته له همدوى يو سخت زړى دوكه مار منافق وټاكه او چار واكى يې كړ. د فرعون تر ډوبېدو روسته، د فرعون د زېرمو او شتمنيو ستره برخه ورسره پاتې شوه او موسى مجال پيدا كړى نه و، چې د مستضعفانو په ګټه يې ترې واخلي. په پاى كې موسى علیه السلام هوډ وکړ، چې زكات ترې واخلي؛ خو چټله څېره يې ټولو ته وربربنډه شوه.[1667]

77_ د شتمنۍ په اړه د دين دريځ: په دې آيت كې، د قارون قوم د عقلمنو څو ورمونه ورياد شوي، چې دلته یې پر دوو لګيا كېږو: يو داچې و یې ویل: ((او كومه شتمنۍ، چې الله تعالی دركړې، د آخرت كور پرې وغواړه)) دې ته اشاره ده، چې د ځينو كوږ اندو د انګېرنو پرخلاف، شتمني كوم بدڅيز نه دى. مهمه داده، چې ووينو په كوم بهير كې كارېږي. كه د آخرت كور پرې وغوښتل شي؛ نو څه ترې غوره دي او كه د غرور، كبر، غفلت، ظلم، ځانپالنې وزله شي؛ نو څه ترې بدتر دي؟ دا هماغه منطق دى، چې د دنيا په باب د علي (ك) په مشهوره غونډله كې راغلي: ((چې څوك پكې د عبرت په سترګه وګوري، د ليدانې ليد يې ښه كېږي او چې څوك د هيلو په سترګو وروويني، سترګې يې ړندېږي)). قارون په ډېره شتمنۍ د ټوليزو ښېګڼو د پرېمانه چارو د كولو وس درلود؛ خو څه ګټه، چې ښاڅمنۍ يې د حقايقو د ليدو اجازه ورنه كړه. په دويم ورم كې يې وویل: ((او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه)). دا يو واقعيت دى، چې هر انسان له نړۍ يوه محدوده برخه لري؛ يعنې په ټاكلې اندازه خواړه خوري، جامې اغوندي او كور لري او تردې ور هاخوا پرې ډېر او نه ورجذبېدونكي دي او انسان ته نه ښايي دا حقيقت هېر كړي. ايا يو تن څومره خواړه خوري او جامې اغوستى شي؟ له څو كورونو او سورلیو ګټنه كړاى شي او چې ومري، څو كفنه له ځان سره وړاى شي؟ نو پاتې يې هرومرو د نورو برخه ده او انسان يې امانتي دى. علي (ك) څه ښکلي ويلي: ((بنيادمه! چې له خپلې هرې ورځې، ډېره روزي ترلاسه كړې؛ نو د نورو زېرموال يې)) د ((وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا)) غونډلې ته يې بل تفسير هم كړى دى، چې له پورته تفسير سره يوځاى كېدونى دى، تردې غونډلې لاندې له علي (ك) روايت شوى: ((روغتيا، ځواكمني، فراغت، ځواني، نشاط او مړه خواتوب دې مه هېروه او آخرت پرې وغواړه)) ددې تفسير له مخې، د آيت دا برخه، ټولو انسانانو ته يو اخطار دى، چې فرصتونه او پانګې له لاسه ورنكړي، چې فرصتونه د وريځو په څېر تېرېږي.[1668]

((فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ =))

79_ د شتمنۍ د نندارې لېونتوب: معمولاً پېسمن – كبرجن شتمن په يو ډول لېونتوب اخته كېږي، چې يو یې هم د شتمنۍ د ننداره كولو لېونتوب دى. له دې خوند اخلي، چې خپله شتمني نورو ته وروښيي، په خپل موټر كې سور او پر لارو روان او پښې یبلو كې په تېزه ولاړ شي، چې دوړي يې پر مخونو ولوېږي، د باران ولاړې اوبه یې جامې چټلې کړي چې د دوی پر سپكوالي يې طبيعت جوړېږي؛ البته د شتمنۍ ننداره كول يې د ځان پر زيان تمامېږي؛ ځكه د خلكو كينې ورته راټوكېږي او پر ضد يې ننګېرنې راپارېږي، ډېر كېداى شي، چې دا ناوړه كړنې يې د ژوند لړۍ پاى ته ورسوي يا يې شتمني له منځه يوسي. شونې ده دا لېونتوب يې بد نيت هم ولري؛ لكه د ځينو تطميع كول او د سرغړاندو ځان ته راماتول؛ خو دوى بې له دې نيتونو هم دا چار كوي. دا يو ډول هوس او ځان غوښتنه ده او نه کړلار او نخچه. په هر حال قارون له دې قانون مستثنى نه و؛ بلكې څرګنده بېلګه يې وه.[1669]

((فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ =))

81_ د قارون روستۍ بې شرمي او د عذاب حكم: قارون، بې برخې كړاى شوي ولس ته خپله هېښنده شتمني په ننداره كړه، چې دا يې د سرغړاندۍ څوكي ته ور رسېدل وو. روايت شوى، چې موسى علیه السلام قارون ته حكم وكړ، چې د خپلې شتمنۍ زكات دې وركړه؛ خو قارون په يوه ساده حساب پوه شو، چې بايد څومره شتمني وركړي؛ نو د زكات له وركړې يې ډډه وكړه او ځان سپيناوۍ ته يې په يوه سپېره نخچه لاس پورې كړ؛ په دې توګه، چې يوه بدچارې ښځه یې په پيسو تطميع كړه، چې په خلكو كې ووايي، چې (معاذ الله) موسى علیه السلام ورسره نامشروع اړيكه درلوده او په دې توګه د الهي پېغمبر حيثيت ټكنى شي؛ خو چې ښځه خلكو ته راغله، حضرت موسى علیه السلام پر الله تعالی قسم وركړ، چې حقيقت ووايي او ښځه د الله تعالی په امر واوښته او حقيقت يې را برسېره كړ. په دې وخت كې موسى علیه السلام قارون ته ښېرا وكړه او بدخويه قارون د سزا حكم واورېد او دا او كور يې په ځمكه كې ورډوب شو.[1670]

((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ =))

83_ د آخرت كور، د زور مټو كور نه دى: د قارون په څېر د جنايتچاري شتمن د ټكان وركوونكي پېښې له يادونې روسته، په دې آيت كې يوه وينا راغلې، چې ددې پېښې ټوليزه پايله ده. ددې آيت د وينا له مخې، دوه څيزونه دي، چې انسان د آخرت له نعمتونو بې برخې كوي: لويي او ځان پر نورو غوره ګڼل (استكبار) او پر ځمكه فساد، چې دا ټول ګناهونه پكې راټول شوي دي؛ ځكه الله تعالی، چې له څه منع كړې، هرومرو د انسان د پنځون د غوڼدال پرخلاف او له بشپړتيايي بهير سره يې اړخ نه لګوي؛ نوځكه كول يې د ژوند نظام دړې وړې كوي او پر ځمكه د فساد لامل ګرځي. ان پر نورو ځان لوړ ګڼل پر ځمكه د فساد يو مصداق دى؛ خو سرباندې اهميت يې لامل شوى، چې په ځانګړي ډول اوڅار شي. په اسلامي رواياتو كې په ځانګړي ډول دې ټكي ته اشاره شوې؛ تردې چې د علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((كله كېږي، چې انسان له دې خوند واخلي، چې د څپلۍ پېړمې يې د ملګري د څپلۍ تر پېړمې غوره ده او له لامله يې په دې آيت كې راونغاړل شي)) ځكه دا هم د لويۍ او ځان لوړ ګڼلو يوه کوشنۍ بېلګه او مصداق دى. د علي (ك) په باب په يوه بل روايت كې راغلي: علي کرم الله وجهه د خپل خلافت پرمهال په بازار كې ګرځېده، لار وركيو ته يې لار ورښووله، له كمزوريو سره يې لاسنيوى كاوه او د پلورونكيو او كسبګرو ترڅنګ تېرېده او دا آيت يې ور لوست او بيا يې ويل: ((دا آيت د عادلو او متواضعو چارواكيو او همداراز د خلكو د ځواكمنو په باب رانازل شوى دى))؛ يعنې لكه څنګه چې مې واكمني د لويۍ او پر نورو د لوړاوي وزله كړې نه ده، تاسې هم نه بايد خپله شتمني پر نورو د لاسبري وزله كړئ، چې ښه پايله يوازې د هغوى ده، چې غاورتوب او فساد نه كوي.[1671] په يوه روايت كې لولو، چې علي (ك) هغوى ته چې ظاهري خلافت يې ترې اخستى و او هم هغوى ته چې د ظاهري خلافت پرمهال يې مخالفت ته راولاړ شوي وو، وويل: ((ته وا د الله تعالی خبره يې اورېدلې نه وه، چې وايي: (هو!) دا د آخرت كور (يوازې) هغوى ته دى، چې پر ځمكه لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د ځان ساتيو ده. هو! پر الله تعالی قسم، چې اورېدلې او موندلې یې وو؛ خو دنيا يې په سترګو كې ښكلې شوه او دنیوي ځلبلۍ دوكه كړل))[1672]

((إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاء بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ =))

85_ د قرآن حکیم بله وړاندوينه: رسول الله (ص)، چې د هجرت په نيت له مكې څخه مدينې ته راتله، ټاټوبى يې، چې ورياد شو په څېره كې يې د خپګان نښې راڅرګندې شوې. په دې وخت كې حضرت جبرائيل امین عليه السلام راغى، و یې پوښت: ايا په رښتيا له خپل ټاټوبي سره مينه لرې؟ رسول الله وويل: هو! جبرائيل وويل: الله تعالی دا پېغام درته رالېږلى دى: ((إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقرآن حکیم لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ)) پوهېږو، چې دا ستره ژمنه پوره شوه او د اسلام رسول الله بريمن، له غښتلي لښكر سره او په خورا واک او ځواكمنۍ مكې ته ورستون او بې جګړې د الله تعالی د امن چاپېريال ورتسليم شو.[1673]

سورة العنكبوت

د عنكبوت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په څلورو برخو كې رالنډېږي: 1_ د ازمېښت موضوع او د منافقانو وضع. 2_ د پېغمبرانو د تاريخ يوه څنډه او له كافرانو او ګناهګارانو سره يې مبارزه. 3_ توحيد او د شرك نفې او په هستۍ كې د الله تعالی نښې. 4_ د جوړ كړاى شويو معبودانو او غڼې ډولي عابدانو د كمزوريو په باب يې ډولا ډول ويينې او همداراز د قرآن حکیم ستریا او د اسلام د پېغمبر د حقانيت دلايل او هم يو لړ روزنيز مسايل؛ لكه لمونځ، له مورو پلار سره نېكي، ښې كړنې او له مخالفانو سره منطقي چلندود.[1674]

((أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ. وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ =))

2 او 3_ په بېلابېلو بڼو ازمېښت: له دې آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې ازمېښت يو همېشنى الهي سنت دى او هره ډله په يو ډول په دې الهي سنت كې برخواله ده او په بېلابېلو بڼو به ازمېښتېږي. يوه ډله په داسې چاپېريالونو كې اوسي، چې له هر پلوه ككړ او چټل دي او د فساد وسوسو را ايسار كړي دي؛ د دوى ستر ازمېښت دادى، چې په دغسې فضاء او شرايطو كې د چاپېريال رنګ خپل نكړي او خپله پاكي وساتي. يوه ډله د تنګسو په دباو كې نيول كېږي، حال دا، ويني كه د خپل وجود اصلې پانګې وركړي؛ نو د فقر او نېستۍ ټغر به يې راټول شي؛ خو د ايمان، تقوا، آزادۍ، عزت او پت له منځه تلو په بيه او همدا يې ازمېښتونه دي. بله ډله، اپوټه، په نعمتونو كې ډوبېږي او له هر راز توکیزو اسانتیاوو برخمنېږي. ايا په دغسې شرايطو كې، د الهي نعمتونو شكر كاږي؟ يوه ډله له داسې هېوادونو سره مخېږي، چې له الله تعالی، فضايلو او اخلاقو په عين لرېوالي كې له توکیز تمدنه برخمن دي او ښه ټولنيزه سوكالي هم لري؛ دلته دوى يوه مرموزه غښتلې جاذبه دې ډول ژوند ته وركاږي، چې په بدل كې یې ټول ګروهيز آرونه لتاړ؛ خوار او سپكېږي. او بيا ځان او ټولنې ته دغسې ژوند چمتو كولاى شي، چې دا هم يو ډول ازمېښت دى. كړاوونه، دردونه، رنځونه، جګړې او شخړې، سوكړې، ګرانۍ، د پيسو پړسوب، استبدادي حكومتونه، چې انسان خپل مرییتوب او طاغوتي كړلارو منلو ته رابلي او د شهوت او ځاني غوښتنو غښتلې څپې، دا هر يو د الله تعالی بندګانو ته د ازمېښت وزلې دي او په همدې ډګرونو كې د وګړيو ايمان، وګړه، تقوى، پاكي، امانت، او ازادي په نښه كېږي؛ خو په دې سختو از مېښتونو كې بريا ته، بې له پر له پسې هڅو او د پالوونكي پر ځانګړو لورنې پر ډډې وهلو بله لار نشته. ددې آيتونو په تفسير كې په يو حديث كې لولو: ((ازمېښتېږي؛ لكه څنګه چې سره په بټۍ كې ازمېښت او نږه كېږي؛ لكه چې د اور دباو، د سرو نانږه توب له منځه وړي او سوچه كوي يې))[1675] له امير المؤمنين علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((كړاو، ظالم ته ادب، مؤمن ته ازمېښت، انبياوو ته درجه او وليانو ته كرامت دى)) او په يوه خطبه كې د پېغمبرانو په ځانګړنه كې وايي: ((الله تعالی خپل پېغمبران په لوږه ازمېښت كړل، ‏په سختيو او خپګانونو يې اخته كړل او په ډارنو چارو يې ازمېښت او په سختيو او ستونزو يې نږه كړل)).[1676] په هر حال د سوكاله ژوند خاوندان، چې انګېري همداچې په خوله د ايمانوالۍ لاپې شاپې كوي، چې له جنتيانو سره به ملګري وي، سخت تېروتي دي.[1677]

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =))

8_ له موروپلار سره ښېګڼه او استثنا يې: دا ړومبى ځل نه دى، چې قرآن حکیم له مورو پلار سره د ښېګڼې مهمې او انساني موضوع ته اشاره كوي. دا يو ستر الهي ازمېښت دى، چې ددې سورت په پيل كې اشاره ورته شوې ده؛ ځكه كله مورو پلار دومره زړښت ته رسي، چې ساتنه او زغمل يې ستونزمنېږي؛ نو دلته بايد اولاد د حق پېژندنې او د الله تعالی د حكم د منلو په باب خپل امتحان وركړي او په غوره توګه خپل مورو پلار وساتي. له رسول الله(ص) په يو حديث كې لولو: يو تن وپوښت، له چا سره نېكي وكړم؟ و یې ويل: ((له مور سره دې)) بيا يې وپوښت: له دې روسته له چا سره؟ و یې ويل: ((له مور سره دې)) درېيم ځل يې وپوښت: بيا له چا رسره؟ بيا يې وويل: ((له مور سره دې)) په څلورم ځل سپارښتنه كې يې پلار او په اوډون سره له نژدې خپلوانو سره ښېګڼه. په بل حديث كې وايي: ((جنت د ميندو تر پښو لاندې دى))؛ خو داچې څوك وانګېري، چې دا عاطفي تړاو له الله تعالی سره د انسان پر اړيكه او ايمان واكمنېداى شي، مطلب يې په يوې استثنا سره په ډاګه كړى، وايي: ((او كه دوى (مورو پلار) هڅه وكړي (چې تا مجبور كړي) چې له ما سره داسې يو څيز شريك كړې، چې پوه پرې نه يې؛ نو مه يې منه)) له دې ځايه له دې ټوليز آره ګتنه كېږي، چې هېڅ څيز له الله تعالی سره د انسان پر تړاو واكمنېداى نشي، چې هغه پر هر څيز ړومبى دى. له علي (ك) روايت شوى: ((په هغه ځاى كې د مخلوق مننه لازم نه ده، چې د الله تعالی سرغړاندي پكې وي)). همدې آيت ته ورته په لقمان سورت كې هم راغلي؛ خو په دومره زياتوالى، چې وايي: ((وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا))؛ يعنې عين داچې شرك ته به يې بلنه نه منې؛ بايد په دنیوي چارو كې ملګرتوب او ښه چلن ورسره وكړاى شي. هسې نه څوك وانګېري، چې قرآن حکیم، د شرك او نورو ګناهونو د بلنې پرمهال د مورو پلار مخالفت ته د قرآن حکیم اجازه، له دوی سره د ناوړه چلن اجازه ده.[1678]

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاء نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ =))

10_ منافقان؛ بې زغمه دي او ډېرې لاپې شاپې كوي: په تېرو آيتونو كې د صالح مؤمنانو او مشركانو خبره وشوه او په دې آيت كې د درېيمې ډلې؛ يعنې منافقانو په باب خبره شوې ده. دې آيت، الهي مجازات عذاب نومولی دی او د خلكو ځورونې يې په فتنه تعبير كړي. دې ته په اشاره، چې د خلكو ځورونې، عذاب نه؛ بلكې انسان ته ازمېښت او د بشپړتيا وزله ده. په دې توګه هغوى ته ورزده كوي، چې دا دواړه سره پرتله نكړي او په دې پلمه، چې ناباندي – مخالفان يې ځوروي له ايمانه لاس پر سر شي، چې دا په دې نړۍ كې د ازمېښت د ټوليزې کړنلارې يوه برخه ده. دا آيت دا ټكى هم څرګندوي، چې منافقين يوازې هغوى ته نه وايي، چې بيخي په باطن كې ايمان نه لري او په خوله د ايمانوالۍ لاپې شاپې كوي؛ بلكې سست ايمانه وګړي هم منافقين شمېرل كېږي، چې ددې او هغې تر دباو لاندې ژر خپله ګروهه اړوي؛[1679]البته تقيه يو بل مطلب دى، چې په دې موضوع پورې اړه نه لري[1680].

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُم مِّن شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ =))

12_ ستاسې د ګناه پېټى دې زما پر غاړه وي: دا آيت د مشركانو د سست او پوچ منطق يوې بېلګې ته اشاره كوي. نن هم ډېرى وسوسه ګران ګناهونو ته د بلنې پرمهال وايي: كه ګناه لري؛ نو زما پر غاړه دې وي؛ خو پوهېږو هېڅوك د بل د ګناه پېټى وړاى نشي؛ ځكه الله تعالی عادل دى او چا ته د بل په ګناه سزا نه وركوي. پردې سربېره، په دې بې بنسټو ګروهو د خپلو كړنو پروړاندې د انسان مسووليت له منځه نه ځي او د ځينو لنډ اندو د انګېرنو پرخلاف په دې خبرو د انسان سزا د ستنې د سوري هومره هم نه كمېږي. بيا داچې و نه انګېرل شي، چې كفر، شرك، بوتپالۍ او ظلم ته بلوونكي د خپلو كړنو په پار مجازات نه لري، په ورپسې آيت كې ورزياتوي، چې دوى پر خپلو درنو پېټو سربېره د نورو درانه پېټي هم پر اوږو كوي. دا د اضافي ګناه پېټى، هماغه ګناه ته د هڅونې پېټى دى؛ ځكه د كړنو نيت او انګېزه، د كړنو يوه برخه ده.[1681]

((إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ =))

17_ روزي له خدايه وغواړئ: داچې بوتپالو بوتان د پرښتو او مقربو پېريانو انځورونه ګڼل او ځكه یې نمانځل، چې له ځانه يې راضي كړي، چې رزق او روزي او بركتونه ورته راولېږي؛ خو حضرت ابراهيم علیه السلام وویل، چې روزي د بوتانو په واك كې نه؛ بلكې د هغه الله په لاس كې ده، چې دوى یې پيدا كړل او روزي يې د دوى د ژوند د غځېدا يو لامل ګرځولى دى. بيا له دې ټكي ور هاخوا ته اشاره كوي؛ چې دا رزق او اسباب يې، د نمانځنې دليل نه دى؛ ځكه دا ځانګړی علت او اسباب لري، چې ډېر ځل د وګړيو په كفر او ايمان پسې نه ځي؛ بلکې شونې ده، يو كافر له روزۍ ډېره برخمني ولري او د يوه مؤمن لږه وي. انسان بايد د هغه الله شكر وباسي او و یې نمانځي، چې ورستنېږي، الله يې را ژوندى كوي او ابدي نېكمرغي يا بدمرغي يې ورټاكي.[1682]

((قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ=))

20_ سېلاني یا پر ځمكه ګرځېدنه: له لرغونو پېرونو، چې د ځمكې په بېلابېلو ځايونو كې كوم اثار راپاتې دي؛ نو دا د تاريخ ژوندي او څرګند لاسوندونه دي. ان تر مدون تاريخ ډېر ترې برخمنېږو. لرغوني اثار، د اقوامو، شكلونه، انځورونه، روحيه، زړه، اندونه، ځواكمني، دبدبه او سپكاوى راښيي، حال دا، تاريخ يوازې پېښې شوې پېښې او وچ بې ساه انځورونه را انځوروي. هو! د ظالمانو د ماڼيو كنډرې، د مصر هېښنده اهرامونه، د بابِل برج، د كسرا ماڼۍ او د سبا قوم د تمدن اثار او په څېر يې د نړۍ په څنډو كې پراته لرغوني اثار، هر يو په عين چوپتيا كې زرګونې ژبې لري او خبرې كوي. د ژوندي تاريخ د يوې كرښې څېړنه، د يو تاريخي كتاب له څېړنې سره انډول ده او دا څېړنه، چې د بشري روح په ويښتيا كې كوم اغېز لري، بل هېڅ څيز سيالي ورسره كړاى نشي. چې كله لرغونو اثارو ته درېږو، ته وا كندړې بيا رغول شوي او تر خاورو لاندې پراته هډوكې راژوندي كېږي او خپل پخوانى جوش او خوځښت پيلوي. كه بل ځل ورته وينو، ټول چوپ او هېر كړاى شوي وينو او ددې دوو حالاتو پر تلنه راښيي، ځانمني وګړي څومره لنډ پاري دي، چې د ډېر ژر تېرېدونكيو ځاني غوښتنو لپاره، په زرګونو ګناهونو لاس پورې كوي؛ نوځكه قرآن حکیم امر كوي، چې مسلمان دې د ځمكې پر مخ وګرځي او په خپلو سترګو دې لرغوني اثار وويني او له كتو يې عبرت واخلي. هو! په اسلام كې ګرځېدنه شته او ډېر اهميت وركړاى شوى دى او موخه يې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو كې د لرغونو اثارو څېړنه، د تېرو برخليك او د الله تعالی د ستریا ليدل دي. دا هماغه دي، چې قرآن حکیم پرې د ((سِيرُوا فِي الْأَرْضِ)) نامه ايښى او په ګڼ شمېر آيتونو كې يې ورباندې حكم كړى دى[1683]؛ خو مسلمانانو د نورو سپارښتنو په څېر دې ګټورې اسلامي سپارښتنې ته شا كړې ده.[1684]

((وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ =))

25_ څنګه د بوتانو ټاكنه، د بوتپالو ترمنځ د مينې لاملېږي؟: دا پوښتنه له څو لارو ځوابولاى شو: ړومبى داچې لمانځنه د هر قوم او ټبر د يووالي رمز و؛ ځكه هرې ډلې ځان ته بوت ټاكلى و. د جاهليت د مشهورو بوتانو په باب يې كښلي، چې هر يو يې په يوه ټبر يا كوم ښار مېشتو پورې ځانګړى و؛ د ((عزى)) بوت د قريشو و، ((لات)) د ثقيف د ټبر و، ((منات)) د اوس او خزرج و، بل داچې بوت نمانځنې يې د دوى او نيكونو ترمنځ تړاو او اړيكه پيدا كوله او پلمه يې همدا وه، چې دا له نيكونو راپاتې نښې دي او موږ لاروي ترې كوو. پردې سربېره، د كفر مشرانو، خپل لارويان بوتپالۍ ته رابلل او دا د مشرانو اولارويانو ترمنځ د نښلون يوه كړۍ وه؛ خو په قيامت كې دا پوچ او وراسته تړاوونه شلېږي او هر يو ګناه د بل پر غاړه ور اچوي، كنځي، ښېرا ورته كوي او له كړنو يې كركه څرګندوي. ان معبودان يې [چې په اومو انګېرنو يې له الله تعالی سره د اړيكې وزله وه او په اړه يې وويل: ((موږ يې ځكه نمانځو، چې له الله تعالی سره مو نژدې كړي[1685]))] ترې كركه څرګندوي. د مريم په 82 آيت كې راغلي: ((ډېر ژر به يې معبودان، له نمانځنې منكر شي؛ (بلكې) پر ضد يې راپاڅي)) نوځكه، پر يو بل له كافرېدو او د ځينو يو بل ته له كنځلو مطلب دادى، چې پر هغه ورځ يو له بله كركه څرګندوي او څه چې په نړۍ كې يې د دروغجنې مينې د تړاو لامل و، په آخرت كې يې د خپلمنځي میرڅۍ – دښمنۍ لاملېږي. د زخرف سورت په 67 آيت كې لولو: ((پر هغه ورځ، بې له پرهېزګارانو، دوستان يو د بل دښمنانېږي)) له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې دا حكم يوازې په بوتپالو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټول هغه كسان، چې په باطل امام پسې تللي او د دوستۍ تړون يې ورسره كړى، په قيامت كې يو د بل دښمنېږي، يو له بله كركه څرګندوي او كنځي؛ خو په نړۍ كې، چې د مؤمنانو ترمنځ د توحيد له مخې د مينې کوم تړاو ټينګ و، تلپاتې رنګ به خپل كړي او هلته لا ښه ټينګېږي. له ځينو روايتو ګټنه كېږي، چې هلته مؤمنان يو د بل بښنه غواړي او شفاعت يې كوي؛ خو مشركان يو د بل په ښېرا او كنځلو لګيا وي.[1686]

((فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =))

26_ د ابراهيم علیه السلام هجرت: چې كله الهي مشران په يوه سيمه كې خپل رسالت ترسره كوي او چاپېريال دومره د ظالمانو تر دباو لاندې وي، چې د بلنې پرمختګ يې تمېږي؛ نو بايد يو بل ځاى ته هجرت وكړي، چې الهي بلنه پراخه او وغځوي. ابراهيم علیه السلام هم له لوط او خپلې مېرمن سارا بي بي سره د بابل له سيمې شام ته (چې د توحيد زانګو او د الهي پېغمبرانو د راولاړېدو ځاى و) وخوځېد، چې هلته شونتياوې چمتو كړاى شي او د توحيد بلنې ته پراخي وركړي. په باب يې ابراهيم علیه السلام ويلي: ((د خپل پالوونكي پر لور هجرت كوم))؛ ځكه دا لار د پالوونكي لار، د رضا لار يې او د دين لار يې وه.[1687]

((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ =))

27_ د ابراهيم علیه السلام بدله: داچې له بدلې منظور څه دى، مفسرانو ډول ډول خبرې كړي. ځينو ويلي، چې ښايي په نړۍ كې ښه او مناسب توکیز او مانيز ژوند وي؛ لكه چې د نحل سورت په 122 آيت كې لولو: ((او په دنيا كې مو ښه (همت) وركړ او په اخرت كې هم له نېكانو ځنې دى.)) دا احتمال يې هم وركړى، چې له بدلې مطلب، د الهي قرب مقام دى، چې په آخرت كې د نورو مؤمنانو په برخه كېږي؛ خو الله تعالی په نړۍ كې دا مقام خپل پېغمبر ته ور روزي كړ[1688]. ځينو مفسرانو ويلي، چې ښايي مطلب ترې، په ټولو امتونو كې يې ښه نامه وي؛ ځكه ټول ابراهيم علیه السلام ته د يو عظيم الشان پېغمبر په توګه درناوى كوي او پر شتون يې وياړي. مكه يې په دعا اباده او ښېرازه شوه، مكې ته د خلكو د زړونو ورماتېدل او هركال په حج كې د ابراهيم علیه السلام د رغنده خاطراتو يادونه هم شونې ده، ددې بدلو يوه برخه وي[1689].

((قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ =))

32_ د لوط قوم ته د ابراهيم علیه السلام زړه سوى: په ظاهره د حضرت ابراهيم له دې وينا ((هلته خو رښتيا لوط علیه السلام دى)) منظور دا و، چې د لوط ټول قوم له عذابه بچ شي، چې په دې ترڅ كې لوط هم خوندي پاتې شي. پرښتو هم ځواب وركړ: دا مطلب رانه پټ نه دى؛ بلكې بې له لوط علیه السلام ، كورنۍ يې هم (چې ايمان لري) ژغورل كېږي او مېرمن به يې له نورو سره هلاكه شي؛ نو ابراهيم علیه السلام په دې پوهېده، چې الله تعالی حضرت لوط علیه السلام ، چې پېغمبر یې دى، له ځايي مېشتو سره نه هلاكوي او هم دا ډار د پرښتو له ګواښه ورسره پيدا نشو، چې هسې نه لوط علیه السلام هم هلاك شي؛ بلكې منظور يې دا و، چې الله تعالی د لوط علیه السلام په شتون، ځايي هستوګن هم له عذابه بچ كړي (دا مطلب په څرګنده د هود سورت په 74 تر 76 آيتونو كې ويل شوى دى). له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((ابراهيم علیه السلام پرښتو ته وويل: څه ته راغلي ياست؟ و یې ويل: د لوط قوم هلاكولو ته. و يې پوښتل: كه سل تنه یې مؤمنان وي؛ نو څنګه؟ جبرائيل وويل: نه! و یې پوښتل: كه پنځوس تنه یې مؤمنان وي، څنګه؟ و یې ويل: نه! و یې پوښتل: كه دېرش تنه وي، څنګه؟ و یې ويل: نه! و یې پوښتل: كه شل تنه وي، څنګه؟ و یې ويل: نه! و یې پوښتل، كه لس تنه وي څنګه؟ و یې ويل: نه. و یې پوښتل، كه پينځه تنه وي؟ و یې ويل: نه. و یې پوښتل: كه يو تن وي؟ و یې ويل: نه. ابراهيم علیه السلام وويل: هلته لوط دى. و یې ويل: ښه خبر يو، چې هلته څوك دي، هغه او كورنۍ يې ژغورو؛ خو بې له مېرمنې يې، چې په (ګناهګار) قوم كې به پاتې شي)). تردې روايت لاندې لولو، چې امام حسن وويل: [ زه د ابراهيم له خبرې يوازې په دې پوهېږم، چې غوښتل یې د لوط قوم پاتې شي او دا د الله تعالی هماغه خبره ده، چې وايي: ((د لوط قوم په اړه يې مجادله راسره وكړه[1690]))].

((وَلَمَّا أَن جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ =))

33_ د لوط علیه السلام زړه تنګي: لوط علیه السلام په دې خپه و، چې پرښتې یې نه پېژندې. پرښتې د ښكليو هلكانو په بڼې وې او شونې وه، چې دغسې مېلمانه په دغسې يو فاسد چاپېريال كې، لوط ته د سرخوږی لامل او د مېلمنو پروړاندې بې پته شي؛ نوځكه په سوچ كې ډوب پرېووت، چې د مېلمنو پروړاندې به د بې لارې قوم غبرګون څه وي. د هود سورت له آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې كله بې شرمه قوم د لوط علیه السلام له مېلمنو خبر شو، په بېړه ورغلل او نيت يې و، چې و یې ځوروي. لوط علیه السلام ، چې تر اوسه پرښتې نه پېژندلې، سخت خپه شو. په بېلابېلو لارو چارو يې غوښتل خپل قوم له دې چاره منع كړي؛ كله يې ورم ورته کاوه، كله يې ګواښل او كله يې د دوی وجدانونه راوېښوول ((ايا په تاسې كې كوم رشيد نشته؟!)) او كله يې له خپلو لوڼو سره د واده كولو وړانديز ورکاوه؛ خو دا بې شرمه پر هېڅ څيز قانع نه ول او يوازې د خپلې بې حياء موخې د سر ته رسولو په اندېښنه كې ول. په دې وخت كې د پالوونكي استازيو، لوط علیه السلام ته ځانونه وروښوول، په الهي اعجاز يې، د قوم سترګې ورړندې كړې او ددې ستر پېغمبر پر سوځول شوي زړه يې يخې اوبه تویی كړې.[1691]

((وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ =))

35_ ښكاره نښه[1692]:

((وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ =))

38_ مُسْتَبْصِرِينَ: ځينو مفسرينو د((وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ)) غونډله، د سترګورو سترګو، عقل او په بسیا درك درلودو مانا كړې، ځينو د سالم فطرت د درلودو پر مانا او ځينو د پېغمبرانو له لارښوونو د ګټنې پرمانا ګڼلې او څه خڼد نشته، چې دا ټولې د آيت په مانا كې راټولې وي؛ دې ته په اشاره، چې هغوى قاصر ناپوهه او جاهل نه وو؛ بلكې حق يې ښه پېژانده، ويښ وجدان، عقل او بسیا هوښياري درلوده او پېغمبرانو خپله غاړه پرې خلاصه كړې وه؛ خو له دې ټولو سره سره، د عقل او وجدان غږ او د پېغمبرانو بلنه يې خوشې كړې وه او په شيطاني وسوسو پسې ولاړل او ورځ تر بلې يې خپلې ناوړه كړنې په نظر كې ښكلې انځورېدې او تردې ځايه ورسېدل، چې د راستنېدو لار يې نه وه. د پنځون قانون، دا وچ كلك بې مېوې لرګي وسوځول.[1693]

((مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ =))

41_ د ډډې سست ځايونه؛ لكه د غڼې ځاله: دا آيت، هغوى ته يوه غوره بېلګه ده، چې ((غير الله)) يې معبود او پالندوى وي، چې څومره غور وكړو؛ نو ډېر ټكي ترې ترلاسه كولاى شو. هر څاروی او حشره ځان ته كور او ځاله لري؛ خو د غڼې د ځالې هومره د يوه جونګړه هم سسته او خامه نه ده. د غڼې ځاله له ډېرو نازكو تارونو جوړېږي، نه دېوال لري، نه چت، نه انګړ او نه ور او بلخوا مصالې او توکي يې دومره سست او بې دوامه دي، چې هېڅ پېښې ته ټينګېداى نشي. كه نرم باد ولګي، تار او تنسته يې ګډوډېږي، كه څو څاڅكي باران پرې ووري، له منځه ځي، په لږ اور وركېږي او ان كه دوړه پرې كېني، ټوټه ټوټه كېږي او د كور له چته را ځوړندېږي. دروغجن معبودان نه ګټه لري او نه تاوان، نه څه ستونزه هوارولاى شي او نه په سختې ورځې د چا پناه ځى وي. سمه ده، چې دا كور غڼې ته (چې اوږدې او لوړې پښې لري)، هم د استراحت مركز دى او هم د حشراتو د ښكارولو يو دام او د خوړو ترلاسه كولو ځاى؛ خو د نورو څارويو د كورونو په پرتله بې نهايت سست او بې دوامه دى. هغوى چې ((غير الله)) خپل د ډډې وهلو ځاى كړی؛ نو ډډه يې د غڼې پر تارونو ده. د فرعونيانو تخت و تاج، د قارونانو بې شمېره شتمني، د پاچايانو ماڼۍ او زېرمې، د غڼې د تارونو په څېر سست، بې ډاډېينې او د پېښو د توپانونو پروړاندې نه پايښتې دي؛ خو هغوى چې پر الله تعالی باندې پر ايمان او توكل ژوند كوي، پر پولادي دېوال يې ډډه وهلې ده.[1694]

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ =))

45_ د لمونځ ستره فلسفه: داچې د لمونځ طبيعت، انسان ته مخنيوونكی غښتلى لامل (؛ يعنې پر مبداء او معاد ګروهه) وريادوي، له فحشا او بدیو مخنيوونكى اغېز لري. كوم انسان، چې لمانځه ته درېږي او تكبير وايي، الله تعالی له هر څه غوره او لوړ بولي، نعمتونه يې رايادوي، ستاينه يې كوي، د لوراند او لورين په ځانګړنو يې ستايي، د جزا ورځ يادوي، پر بنده ګۍ يې منښته – اعتراف كوي، مرسته ترې غواړي او غواړي پر سمه لار يې هدايت كړي او د هغو كسانو له لارې الله تعالی ته پناه وړي، چې غضب پرې شوى او بې لارې دي. بېشكه د دغسې انسان په زړه او روح كې د حق پلو ته خوځښت، د پاكۍ پلو ته يون او د تقوى پلو ته يو ټوپ پيدا كېږي. الله تعالی ته ركوع كوي، درشل ته يې پر خاورو تندى ږدي، په ستریا كې يې ورډوبېږي، ځانمني او لويي هېروي، د الله تعالی پر وحدانيت او د محمد (ص) پر رسالت ګواهي وركوي او پر محمد(ص) او كورنۍ يې درود وايي او له خدايه غواړي، په صالحينو كې يې وشمېري. دا ټولې چارې یې په وجود كې د معنويت يوه څپه راپنځوي، هغه څپه، چې د ګناه پروړاندې پياوړى ستناو- خنډ ګڼل كېږي. دا عمل څو ځل په شپه او ورځ كې بياځلي كېږي او په ډول ډول حالاتو كې (چې انسان د توکیزو بوختياوو له لامله له خدايه غافل وي) الله تعالی وريادوي. پردې سربېره، چې كله ځان د لمانځه سريزو ته چمتو كوي؛ نو ځان مينځي او پاكوي يې، له ځان حرام او غصبي مال لرې كوي او د څښتن درشل ته ځي. دا ټولې چارې د فحشا او بدیو په مخنيوي كې اغېزمنه ونډه لري. د لمانځه دا اغېز دومره اهميت لري، چې په ځينو اسلامي رواياتو كې د مقبول او غيرمقبول لمونځ د سنجونې كچه ښوول شوې ده. امام صادق وايي: ((چې څوك ځان په دې پوهوي، چې لمونځ يې د الله تعالی په درشل كې قبول شوى که نه؛ نو بايد وويني، چې لمونځ یې له بديو او منكراتو منع كړى که نه؟ څومره چې منع شوى، لمونځ يې قبول دى)) البته له فحشا او بدیو منع د مراتبو لړۍ او ډېرې درجې لري او هر لمونځ د خپلو شرايطو په پامنیوي ځينې درجې لري. شونې نه ده څوك لمونځ وكړي او هېڅ اغېز پرې و نه لري، كه څه لمونځ يې ظاهري وي او خپله پر ګناه هم ككړ وي؛ البته ددې ډول لمانځه اغېز لږ دى. دا ډول وګړى كه همدا لمونځ هم ونكړي، تردې هم ګناهګارېږي. په يو روايت كې لولو، چې يو بد چاري انصاري ځوان په پېغمبر پسې لمونځ کاوه، رسول الله يې له پېښې خبر كړ. حضرت وويل: ((په پاى كې يوه ورځ به يې لمونځ له دې كړنو وژغوري)).[1695]

((وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ =))

48_ نا لوستى پېغمبر: سمه ده، چې هر انسان ته لیک لوست يو كمال ګڼل كېږي؛ خو كله داسې شرايط را مخې ته كېږي، چې نه لوستل او نه ليكل كمال وي. دا موضوع پر پېغمبرانو په تېره روستي يې (ص) پوره صدق مومي؛ ځكه كه يو لوستى عالم او د مطالعې خاوند فيلسوف د نبوت ادعا وكړي او د اسماني كتاب په نامه كتاب راوباسي، شونې ده دا وسوسه او اړنګ- شك رامنځته كړي، چې ايا دا كتاب يې، د خپلو اندونو زوكړه نه ده؛ خو كه له يوه روسته پاتې قوم نه يو انسان راپاڅېد، چې بيخي یې ښووند- استاد نه درلود، كوم كتاب يې لوستى نه و او كومه پاڼه يې كښلې نه وه او د هستۍ په ستریا او د ډېرې منځپانګې په درلودو يو كتاب يې راوړاندې كړ؛ نو يقين كړاى شو، چې دا يې د مغزو زېږنده نه؛ بلكې اسماني وحې او الهي ښوونه ده. د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې هم د پېغمبر پر ((امي)) والي او نالوستۍ ډډه وهل شوې، له آره خو د حجاز په چاپېريال کې لوست نه و، چې پېغمبر یې ولولي او كوم ښووند نه و، چې ګتنه ترې وكړي او د تاريخ د روايت له مخې، په مكه كې له اولسو تنو (نارينه او ښځو) ډېر لیک لوست كړاى نشو. طبيعي ده، چې په دغسې چاپېريال كې، چې د پوهې د ډېرې ټيټې كچې (لیک لوست) روزل شوي دومره لږ وي، شونې نه ده، چې چا سبق ويلى وي او خلك ترې ناخبره وي او كه چا پرېكنده ادعا وكړه، چې هېڅ درس مې ويلى نه دى او څوك ترې منكر هم نشو، د وينا په رښتينتوب يې څرګند دليل دى. په هر حال، په دې آيتونو كې چې د رسول الله ځانګړې وضع راغلې، د قرآن حکیم اعجاز پوره كولو او د پلمه ګرو پلمو منځه وړو ته خورا اغېزمنه او ګټوره وه. هو! هغه ستر او بېسارى عالم و، چې يوازې د وحې په ښوونځي كې یې درس لوستى و.[1696]

((بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ =))

49_ د پوهانو په سينو كې څرګند آيتونه: په تېر آيت كې دا ټكى اوڅار شو، چې رسول الله بيخي كوم كتاب لوستى نه دى او په خپل لاس يې څه كښلي نه دي. له دې مطلبه دا ټكى تر ګوتو كېږي، چې قرآن حکیم يو داسې كتاب نه دى، چې مطالب یې بشر كښلي وي. دلته دا پوښتنه كېږي، چې قرآن حکیم نو څه دى؟ دا آيت همدا پوښتنه ځوابوي: ((خو دا ښكاره نښې دي، چې د پوهانو په سينو كې دي))[1697]. د ښكاره آيتونو (آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ) تعبير، ددې واقعيت ښوونكى دى، چې د قرآن حکیم د حقانيت نښې په خپله قرآن حکیم كې په سترګو كېږي او د آيتونو پر تندي ځلېږي او دليل يې خپله له قرآن حکیم سره دى. په حقيقت كې د ((تكويني آيتونو)) په څېر دى، چې انسان یې له مطالعې (بل څيز ته بې له څه اړتيا) حقيقت ته وررسي. دا ((تشريعي آيتونه)) هم د ظاهر او منځپانګې له اړخ داسې دي، چې پخپله پر خپل رښتينتوب دليل دى. پردې سربېره، ددې آيتونو پلويان هغوى دي، چې له علم او پوهې څه برخمني لري؛ كه څه لاس اړي او پښېيبل دي. په څرګنده وينا، د يوه ښوونځي د آريزوالي د ښاندې يوه لار پر هغه ښوونځي د مؤمنانو د حالاتو څېړنه ده. كه يو شمېر ناپوهان او شياد پر چا راټول شول؛ نو داسې برېښي، چې دى هم همدغسې دى؛ خو كه هغوى چې په سينو كې یې د علومو اسرار پراته وي، له يوه ښوونځي سره د نښلون اعلان وكړي؛ نو د ښوونځي پر حقانيت يو دليل دى. په داسې حال كې، چې وينو له كتابيانو يو شمېر پوهان او همداراز ځینې پرهېزګاران؛ لكه ابوذر، سلمان، مقداد، عمار ياسر او علي (رضى الله تعالى عنهم) ددې ښوونځي ملاتړي او عاشقان ول. په ډېرو رواياتو كې، دا آيت د اهلبيتو پر امامانو تفسير شوى دى؛ البته نه په دې مانا، چې د آيت مفهوم همدوى ته ځانګړى دى؛ بلكې هغوى د آيت څرګند مصاديق دي. كه وينو، چې په ځينو رواياتو كې څرګنده شوې، چې مطلب يوازې امامان دي؛ نو د قرآن حکیم ټول علم ته اشاره ده، چې يوازې د دوى په واك كې دى او هېڅ توپير نه لري، چې پوهان او بلكې ولسي پوه وګړي هم له قرآن حکیمي علومو څه برخمني ولري.[1698]

((يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ =))

56_ بايد هجرت وكړو: ډېرى مفسرين ګروهن دي، چې دا آيت د هغو مؤمنانو په اړه رانازل شوى، چې په مكه كې د كفارو تر سخت زور زياتي او دباو لاندې ول؛ داسې، چې اسلامي دندې يې كړاى نشوې. په دې شرايطو كې امر ورته وشو، چې له دې ځايه هجرت وكړي؛ البته دا قانون د مكې په مؤمنانو پورې ځانګړى نه دى او په هر وخت او ځاى كې، چې له مسلمانانو پوره ازادي واخستل شي، الهي كړلارې پلي كولاى نشي او د پاتېدو پايله يوازې خواري او ذلت وي؛ نو د مسلمانانو دنده ده، چې هغو سيمو ته هجرت وكړي، چې مطلق يا نسبي ازادي ولري. په بله وينا، د انسان پنځون موخه، د الله تعالی بنده ګي ده، هماغه بنده ګي، چې په ګردو سنګرونو كې د انسان د ازاديتوب، سر لوړۍ او بريا رمز دى او د ((فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)) په غونډله كې اشاره ورته شوې ده. كه كله هم دا بنسټيزه موخه ولتاړل شي، بې له هجرته بله لار نشته. د الله تعالی ځمكه پراخه ده او بايد بلې سيمې ته ولاړ شو او په دغسې ځايونو كې د ټبر، قوم، هېواد، كور او جونګړې په څېر مفاهيمو په دام كې راښكېل نشو، چې ددې مفاهيمو درناوى تر هغه وخته دى، چې آريزه موخه په خطر كې و نه لوېږي؛ د علي کرم الله وجهه په وينا: ((تر بل ښاره درته بل غوره ښار نشته؛ خو ښه ښار، درته هغه دى، چې تا ومني او پكې سوکاله يې)).[1699]

((وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ =))

60_ الله تعالی روزي دركوي: پر انسان سربېره، په خځندو، څارويو او حشراتو كې، دېر لږ ډولونه دي، چې د مېږيانو او مچيو په څېر شات او خواړه له بېديا خپلو ځالو ته راوړي او زېرمه يې كړي. زیاتره نور هره ورځ د خپلې نورې روزۍ په لټه كې دي. ميليونه ميليونه يې زموږ په چاپېريال كې، له موږه لرې او نژدې؛ په بېدياوو، غرونو او سمندرونو كې دي، چې د الله تعالى له پراخ دسترخوان يې خوري او ته انسان، چې تر دوى د روزي په لاس ته راوړو او زېرمولو كې هوښيار او وسمن يې؛ نو ولې د روزۍ د پرې كولو له ډاره په ګناهونو او ناولي ژوند لاس پورې كوې او د هر زورمټي او ظالم جغ ته غاړه ږدې؟ ته هم ددې تنګ او تياره ژوند له كړۍ راووځه او د خپل پالوونكي پر پراخ دسترخوان كېنه او د روزۍ غم مه خوره. پر هغه ورځ، چې د مور په ګېډه كې كمزورى جنين وې او هېچا ان مهربان مورو پلار دې لاسرسى درته نه درلود، پالوونكي دې هېر نه كړې او ستا ټولې اړتياوې يې درپوره كړې؛ خو نن ځواكمن او وسمن يې، چې په خپلې روزۍ پسې ولاړ شې.[1700]

((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ =))

61_ په زړه كې، الله تعالی وايي او په خوله، بوت: د عربو د ټاپو وزمې عرب په خالقيت كې د توحيد په موضوع كې څه ستونزه او ښویېدنه نه درلوده؛ خو په پنځون كې د تدبير په موضوع كې، مشرك ول. ګروهن ول، چې الله تعالی د هستۍ تر پنځون روسته، د ځينو چارو تدبير يې خپلو غوره مخلوقاتو ته وروسواره او خپله څنډې ته شو. په نظر كې يې غوره مخلوق؛ پرښتې، پېريان، سپېڅلې ارواح او. . . وې، چې له نظره يې هر يو د هستۍ د يوې برخې سنبالنه او مديريت كاوه. دا ډله ګروهنه وه، چې د خلقت او پنځونې مقام د تدبير او كارګرځۍ له مقامه بېل دى. كوم څيز، چې په الله تعالی پورې اړوند دى، هماغه د هستۍ پنځونه ده؛ خو داچې تدبير له پنځونې جلا دى؛ نو په نورو ژویو پورې اړوند دى، چې ددې نړۍ واكمنان دي.[1701]

((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ =))

69_ هدايتېدو ته دوه مهم لاملونه: په دې آيت كې د ((جَاهَدُوا فِينَا)) عبارت، يو پراخ او مطلق تعبير دى، چې د الله تعالی په لار كې الله تعالی ته هر ډول هڅه، جهاد او مبارزه رانغاړي؛ كه د پوهاويو لاس ته راوړل وي، يا له ځان او نفس سره مبارزه وي، يا له دښمن سره جهاد وي، يا پر عبادت زغم وي، يا د ګناه د وسوسو پروړاندې زغم وي يا له بېوزليو سره لاسنيوى يا د هرې ښېګڼې كول. چې څوك په دې لارو كې په هر ډول او هرې بڼې د الله تعالی لپاره هڅې كوي، په الهي ملاتړ او ښيون كې رانغاړېږي. دلته له ((سُبُلَنَا)) ځنې مطلب ډول ډول لارې دي، چې الله تعالی ته ور رسي: له نفس سره د جهاد لار، له دښمنانو سره د مبارزې لار، د پوهې او هڅوب – فرهنګ لار او بل هر جهاد. الله تعالی د خپلې لارې هڅاندو ته په دوو شرطونو د بريا ژمنه وركړې ده: ((جهاد)) او ((اخلاص)). كه ښه او سم غور وكړو؛ نو د اسلامي ټولنو د ستونزو سرچينه همدا دواړه دي. د مسلمانانو روسته پاتېوالى، په جلا جلا اړخونو كې پرديو ته اړتيا، د اسلامي سيمو نيواك او. . . دا ټول په دې پار دي، چې جهاد یې هېر كړى يا نيتونه خراب شوي دي. په علمي، فرهنګي، سياسي، وټيز او پوځي برخو كې جهاد ته شا شوې ده، پر مسلمانانو ځان خوښېدنه، له دنيا سره مينه، سوكالي، لنډپاري او شخصي غرضونه لاسبري شوي، تردې چې خپلمنځي وژنې يې د دښمن له لوري تر وژنې ډېرې دي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت پر آل محمد (ص) او لارويانو يې تعبير شوې؛ ځكه دوى د آيت پوره مصداق دي او د جهاد او اخلاص په لار كې تر ټولو وړاندې ول او البته دا د آيت د مفهوم د محدوديت پر مانا نه ده.[1702]

سورة الـروم

د روم سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت مطالب په اوو برخو كې لنډېږي: په ګانده – راتلونکې كې په پېښېدونكې جګړه كې پر ايرانيانو د روميانو د بريا مخوینه. 2_ د بې ايمانه وګړيو د اندود او حالاتو يوه څنډه. 3_ په اسمانونو، ځمكه او د انسانانو په وجود كې د الله تعالی د ستریا د آيتونو يوه مهمه برخه. 4_ تر آفاقي او نفسي نښو او دلايلو روسته د ((فطري توحيد)) خبره. 5_ د بې ايمانه او ګناهګارو وګړيو د حالاتو سپړنه او د ګناهونو له لامله يې پر ځمكه فساد. 6_ مالكيت، د خپلوۍ حق او د سودخورۍ غندنه. 7_ د توحيد دلايل، د حق نښې او په معاد پورې اړوند موضوعات.[1703]

((غُلِبَتِ الرُّومُ. فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ. فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ=))

2 تر 4_ يوه هېښنده وړاندوينه: ستر مفسران يوه خوله دي، چې دا آيتونه ځكه رانازل شوي، هغه مهال، چې رسول الله (ص) په مكه كې و او مؤمنان لږ ول، د ايرانيانو او روميانو ترمنځ يوه جګړه ونښته او ايرانيان پكې بريالي شول. د مكې مشركانو دا په ښه پال ونيوه او د خپل حقانيت دليل يې وباله او ويل يې: ايرانيان مجوس او مشرك دي؛ خو روميان مسيحي او كتابيان دي؛ لكه څنګه چې ايرانيان پر روميانو لاسبري شول، روستۍ بريا د شرك ده او ډېر ژر به د اسلام ټغر راټول شي او موږ هم بريالي كېږو. كه څه دا پايلې پر كوم بنسټ ولاړې نه وې؛ خو په هغه چاپېريال كې يې تبليغ پر ناپوهو خلكو اغېزمن و؛ نوځكه پر مسلمانانو سخته تېرېده. بيا دا آيتونه رانازل شول او پرېكنده يې وويل كه څه ايرانيان په دې جګړه كې بريالي شوو؛ خو ډېر وخت به تېر نشي، چې له روميانو به ماتې وخوري. آيت يې ان زماني واټن هم ښوولى دى. ((بِضْعِ))، (لږ تر لږه درې كاله او له ډېرو نه ډېر نهه كاله). د قرآن حکیم دا پرېكونې مخویني، چې له يوې خوا ددې اسماني كتاب اعجاز او د راوړونكي يې د پالوونكي پر بې پايه پوهې اډانه و؛ خو بلخوا د مشركانو د مخوینۍ پر مقابل لوري وه، چې مسلمانانو ته یې ځانګړې خوشحالي وركړه.[1704]

((يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ =))

۷_ ظاهر ويني او موحدان؛ دوه مخامخ لوري: له آره د يو مؤمن او الهي انسان ليد له يو مادي او مشرك انسانه ډېر توپير لري. مؤمن د خپلې توحيدې ګروهې له مخې، هستي د حكیم الله تعالی مخلوق بولي، چې ټولې كړنې یې د شمېر او كړلارې له مخې دي او په همدې دليل ګروهن دي، چې هستي، د رازونو او دقيقو رمزونو يوه ټولګه ده، په هستۍ كې يو څيز هم ساده نه دى او ددې كتاب ټولې کلیمې له منځپانګې او مانا ډكې دي او ټول ژوي د پوه پنځونكي الله تعالی نښې دي؛ خو يو مادي او بې ايمانه وګړى، هستي د ړندو كڼو او بې موخو پېښو تولګه بولي او يوازې ظاهر ته يې ويني او پر باطن ورته قايل نه دى. ايا هغه كتاب ته پر اهميت او ژورتيا قايلېداى شو، چې يو ماشوم په بې موخو حركتونو د كاغذ پر مخ كرښې كاږلې وي؟ بلخوا څنګه شونې ده، څوك د نړۍ آريزه موخه او روستۍ پړاو بولي، د هغه په څېر وويني او غور وكړي، چې دا نړۍ تلپاتې ژوند ته د ازمېښت ډګر بولي؟ هغه يوازې ظاهر ويني او دا باطن او د ژورو تل ته سوچ کوي. د ليدنو دا اړپېچ يې پر ټول ژوند اغېز شيندي: مادي او ظاهروينی انسان، انفاق د زيان لامل بولي؛ خو موحد يې ګټوره سوداګري ګڼي. مادي انسان، سود خوړل د خپلو عايداتو زياتوالى بولي؛ خو مؤمن يې د اوبال، ګناه او بدمرغۍ لامل ګڼي. مادي انسان، جهاد د كړاو او سرخوږۍ لامل او شهادت له منځه تګ بولي؛ خو یوپالی، جهاد د سرلوړۍ نښه او شهادت تلپاتې ژوند ګڼي. هو! بې ايمانه وګړي، يوازې د دنیوي ژوند ظاهر ګوري او له آخر ته غافل دي.[1705]

((ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا السُّوأَى أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِؤُون =))

10_ دروغ ګڼل؛ د ګناه پاى: دا آيت د كافرانو د كفر روستي پړاو ته اشاره لري، چې ګناه یې خوړونكې رنځوري شوې؛ روح او ايمان يې ورخوړلى او له منځه وړى دى او چار یې تردې بريده رسولى، چې الهي آيتونه دروغ ګڼي او تردې يې هم پښه وراړولې او نور اړ باسي، چې پر پېغمبرانو او الهي آيتونو ملنډې ووهي او داسې پړاو ته رسي، چې ورم او وعظ ورته اغېزمن نه وي او يوازېنۍ لار يې د الهي دردناك عذاب كوړه ده، چې بايد جارو يې كړي. د ياغيانو او جنايتكارانو د ژوند ليك له څېړنې معلو مېږي، چې دوى په پيل كې دغسې نه ول او په زړونو كې يې د ايمان څه څرك لګېده؛ خو پر له پورې ګناهونه يې ددې لامل شول، چې ورځ تر بلې له ايمان او تقوا واټن ونيسي او په پاى كې د كفر روستي پړاو ته ورسي. په تاريخ كې راغلي، چې حضرت زينب (س) وليدل، چې يزيد بن معاويه داسې خبرې او اشعار وويل، چې پر اسلام يې ملنډې ووهلې، چې دا دريځ يې د اسلام پر بنسټونو د ايمان نه درلودو راولاړ شوى و؛ نو حضرت زينب (س) تر حمد او درود روسته وويل: الله تعالی په رښتيا وويل، چې ((ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا))؛ يعنې كه ته نن په دې كفر ډولي اشعارو له اسلام او ايمانه نټه کوې، هېښنده نه ده؛ ځکه دا هماغه څه دي، چې الله تعالی ويلي، چې مجرمان په پايله كې زموږ آيتونه دروغ ګڼي.[1706]

((وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ =))

14_ ((السَّاعَةُ)) د قيامت له نامو ځنې دى: ((السَّاعَةُ)) د وخت يوه برخه يا د ژر تېرېدونكيو شېبو پر مانا ده او داچې قيامت ناڅاپي راپېښېږي او هم د ژر حسابي توب په غوښتنه، الله تعالی پر هغه ورځ په بېړه د بندګانو حساب كوي، دا تعبير د قيامت په باب كارول شوى، چې د خلكو تل قيامت ته پام وي. ځينو ژبپوهانو ويلي، چې ((السَّاعَةُ)) د هغه وخت نامه ده، چې د نړۍ د پاى شپیلۍ وهل كېږي او ټول ناڅاپه مري او هم د هغه وخت نامه ده، چې خلك په قيامت كې راپاڅول كېږي. دا نامه ځكه د نړۍ پاى او د قيامت پېښدو ته غوره شوې، چې په لومړۍ شپیلۍ كې ټول ناڅاپه مري او په دويمه شپیلۍ كې ټول راپاڅي او قيامت جوړېږي. ځينو ويلي، چې((السَّاعَةُ)) په درېيو ډولونو دی. ستر ساعت: د قيامت ورځ او حساب ته د خلكو ژوندي كېدل. منځنى ساعت: (په الهي سزا او استیصال عذاب) د يوې زمانې د اوسېدونكيو د ناڅاپي مړينې ورځ. کوشنى ساعت: د هر انسان د مړينې ورځ.[1707]

((وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ =))

17 او 18_ په ټولو حالاتو كې تسبيح او ستاينه الله تعالی ته ده: په دې دوو آيتونو كې، د پالوونكي تسبيح ته څلور وخته ويل شوي: د شپې پيل، ګهيځ، مازديګر او ماسپښين؛ خو حمد (ستاينه) له مكاني پلوه عموميت موندلى او اسمان او ځمكه پكې رانغاړل شوې ده. شونې ده، په دې آيتونو كې د څلورو وختونو يادول د تسبيح دوام ته كنايه وي؛ لكه چې وايو: پلانۍ شپه و ورځ څاره؛ يعنې همېش او هر وخت يې په څار كې وسه. مفسرانو د ((فَسُبْحَانَ اللَّهِ)) او ((وَلَهُ الْحَمْدُ)) په تفسير كې دوه احتماله ياد كړي: لومړى داچې دا دواړه خبري غونډلې دي؛ نوځكه تفسير يې د متعال الله تعالی له خولې دى، چې د ځان د پاكوالي خبر وركوي؛ لكه چې د مؤمنون سورت په 14 آيت كې وايي: ((نو الله ډېر بركتناك دى، چې تر ټولو پيدا كوونكيو ډېر ښه پيدا كوونكى دى)) دويم داچې دا ((حمد او تسبيح))امر دى؛ يعنې تسبيح او حمد يې ووياست. دا تفسير خورا نژدې ښکاري، چې دا آيتونه، ټولو بندګانو ته يو امر وي، چې د شرك او ګناه د اغېزو څنډلو ته، هر ګهيځ و ماښام، هر ماسپښين و مازديګر، په لمانځه او لمانځه بهر د الله تعالی تسبيح او حمد ووياست. له رسول الله (ص) په يوه حديث كې راغلي: ((چې څوك ګهيځ مهال، دا دوه آيتونه او ورپسې آيت ولولي؛ نو څه يې، چې د ورځې له لاسه وځي، جبران به يې كړي او چې څوك يې د شپې په پيلامه كې ولولي، څه يې چې د شپې له لاسه وځي، جبران به يې كړي.))[1708]

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ =))

21_ د آرامۍ لامل: دا آيت د بشري ټولنې لومړي بنسټ (؛ يعنې كورنۍ او پرې واكمنې روحيې اړيكې) ته اشاره لري. په دې آيت كې، د مېړه او ښځې ژوند موخه، ځوځات پاينه نه؛ بلكې د ارامۍ ترلاسه كول بلل شوي. د مېړه او ښځې له ژونده، چې كومه ارامي ترلاسه كېږي، په دې پار ده، چې دا دواړه د يو بل بشپړاندۍ – بشپړوونکي، د غوړېدا، ژغورنې او پالنې لامل دي؛ داسې چې هر يو يې بې له بله نيمګړى دى او د واده له لارې خپله بشپړتيا مومي. دا آرامي په جسمي اړخ پورې ځانګړې نه؛ بلكې روحي اړخ يې ترې مهم او غړیالی – غښتلى دى. انسان ته چې د واده نه كولو له لامله كو مې اروايي نا آرامۍ، اروایزې نا انډولۍ او ډول ډول رنځورۍ راپيدا كېږي، ددې مانا څرګند شاهد دى. ((مَّوَدَّةً)) د مينې پر مانا ده او((رَحْمَةً)) د هغه نرمۍ پر مانا ده، چې د انسان په زړه كې پيدا كېږي او له زړه سوي وړ سره یې نیکۍ كولو ته يې ورماتوي. په دې آيت كې مينه، په دوو اړخيزو چارو پورې اړوند ده؛ لكه هغه مينه، چې د مېړه او ښځې ترمنځ شته او هر يو د يو بل چوپړ ته اړباسي؛ خو رحمت يو اړخيز دى او يو ډول سرښندنه ده. په رښتینه کې بايد د مېړه او ښځې ترمنځ دوه ډوله مانيزه اړيكه ټينګه وي: لومړۍ هغه اړيكه، چې په دوه اړخيزه بڼه راښكاره كېږي او دويم بلا عوض چوپړتياوې دي؛ ځكه په ګردو انساني ټولنو (؛ لكه كورنۍ) كې كمكيان، كمزوري او له كاره لوېدلي وګړي شته، كه د دوه اړخيزو چوپړتياوو پر تمه شي؛ نو تل به بې برخې وي. دا قرآن حکیمي تعبير څومره لطيف دى، چې انساني ټولنې به يې بې له كارولو كله هم د آرامۍ او سوكالۍ مخ ونه ويني.[1709]

((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ =))

22_ د ژبو او رنګونو توپير؛ يو بل نعمت: په رښتيا، د بشر ټولنيز ژوند د وګړيو په پېژندنې كې شونی دى. كه يوه ورځ ټول خلك، په يوه څېره، بڼه او قد شي، پر هماغه يوه ورځ به د ژوند سټه راونړېږي، له پردي به پلار، اولاد او مېرمن نه پېژندل كېږي، نه به ګناهګار له بې ګناه او نه به دوست له دښمنه. رښتيا، چې څه هېښنده ربړه به راولاړ شي. د ځينو مفسرانو په وينا، ددې آيت له مخې، يو انسان له بله په سترګو يا غوږونو پېژندل كېږي. الله تعالی د سترګو معلومولو ته رنګونه او ډول ډول بڼې پنځولې دي او د غوږونو نو مېرنې – تشخيص ته يې ډول ډول اوازونه او غږونه؛ داسې چې په ګرده نړۍ کې دوه انسانان پيدا كولاى نشو، چې د څېرې او غږ له مخې كټ مټ يو رنګ وي؛ يعنې د انسان څېره، مخ او غږ د پالوونكي په واک په ميلياردونو ډولونو شوي، چې دا د الله تعالی د ستریا له نښو ځنې دي.[1710]

((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ =))

30_ د فطرت دين: د فطرت له مهمو ماناوو ځنې يو هم، پنځون دى. دا آيت په ډاګه دين يوه فطري موضوع بولي او تل يې د انسان د پنځون مل ګڼي. د الله تعالی پېژندنې د فطري والي په ويينه كې د پوهانو له ويناوو ترلاسه كېږي، چې دوه بېلابېلې لارې یې وهلي: ځينو دلته فطرت د عقلي څرګند استدلال پر مانا نيولى، چې هر انسان عقلي كمال ته له ورسېدو روسته، د هستۍ غونډال په كتو او د پنځون د اسرارو په ګواهۍ سملاسي همدې حقيقت ته ورلېږدول كېږي، چې محال ده دا بديع غونډال او هېښنده خوالې يې د يوې بې عقلې او بې شعورې مبداء زېږنده وي؛ خو فطرت يو بل مفهوم لري، چې په دې ويينو كې خورا سم برېښي؛ داچې انسان بې له (پېچليو او څرګندو) استدلالونو حقايق مومي، په څرګنده يې ترلاسه كوي او مني يې. د مثال په توګه، چې كله ښكلى او خوږبويه ګل ويني، په ښکلا يې منښته كوي او په دې ادراك كې هېڅ ډول استدلال نه ويني. وايي: په ډاګه ده، چې ښکلى دى او دليل ته څه اړتيا نشته. د الله تعالی فطري درك همدغسې دى. انسان، چې كله ځان ته ويني، د حق رڼا ويني او د زړه په غوږونو يو غږ اوري؛ هغه غږ، چې په هستۍ كې يې د پوهې او بې ساري واک مبداء ته رابلي؛ هغه مبداء، چې مطلق كمال دى او په دې وجداني درك كې، د ګل د ښكلا په څېر، ځان دليل ته اړين نه بولي. پرېمانه لاسوندونه شته، چې په ډېره څرګنده بڼه د توحيد فطري والى راوړاندې كړي، داسې چې د منكرانو خوله ټپه كړي. مهم لاسوندونه يې په څلورو برخو كې لنډولاى شو: 1_ د نړۍ پخوانيو تاريخپوهانو، چې تاريخي واقعيات څېړلي، ښيي هغه مهال، چې په اقوامو كې هېڅ دين نه و؛ نو هر يو په يو ډول په هستۍ كې د پوهې او واک پر مبداء ګروهن او مؤمن و او لمانځه يې. 2_ له تاريخ وړاندې (د ليك له پيدا كېدو او د انسانانو د ژوند ليك له كښلو مخكې) پېرونو اثار او نښې راښيي، مخكېنيو قومونو ځان ته يو دين درلود؛ پر الله تعالی، معاد او له مرګ روسته ژوند ګروهن ول؛ په دې دليل، چې د خپلې خوښې څيزونه يې ورسره ښخول، چې په مرګ پسې ژوند كې یې وكاروي. سمه ده، چې دا چارې ښيي، ديني ايمان يې په ډېرو کږنو او انګېرنو ككړ و؛ خو ددې خبرې دليل دى، چې آریزه موضوع؛ يعنې له تاريخ هاخوا پېرونو كې، ديني ايمان نانټی دی- انكارېدونكى نه دى. 3_ د انساني اروا په باب اروايي څېړنې او د ارواپوهانو را برسېرونې او د انسان ارورښتینې – اصيل څوبمنۍ – تمايلات هم د ديني ګروهو پر فطري والي څرګند دليل دى. پردې مانا هغه څلور پېژندلي او اصيلې ننګېرنې – احساسونه ګواه دي، چې يو شمېر اوسنيو ارواپوهانو د بنيادم څلور ګوني اړخونه معرفي كړې دي. دا څلور احساسه دا دي: د پوهې حس، د ښكلا حس، د نېكيو حس او ديني حس، چې كله یې مطلق كمال ته په ورماتېدو تعبيروي او هماغه دى، چې انسان دين ته وربلي او بې له دې، چې دليل ته څه اړتيا ولري، انسان د هغه سترې مبداء پر شتون مؤمنېږي. 4_ په روستيو پېړيو په تېره لويديځ كې د دين پر ضد سختې ډنډورې وشوې، چې په دې لار كې يې هر ډول وزلې وكارولې؛ خو له زړونو يې د دين جرړې را و نه ايستاى شوې او اپوټه يې ديني ننګېرنې له سره راوغوړېدې. د ((فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا)) په تفسير كې له امام صادق نه په يو روايت كې لولو، چې مطلب، توحيد دى. په ځينو رواياتو كې، د اسلام ټول آرونه، فطري چارې ښوول شوې دي؛ هغه كړنلارې، چې بايد پېغمبران یې ابلاغ او د دوی ځايناستي يې وساتي او په شرعي مشرۍ، ولايت او د الهي حكومت په جوړېدو يې پلې كړي او پايلې يې په بله نړۍ كې ښكاره شي.[1711]

((فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ=))

38_ د خپلوانو حق: دا تعبير، ددې مطلب ښوونكى دى، چې په دې آيت كې هغه خپلوان، چې په اړه یې خبره شوې، ثابت او پرله پورې حق لري. آيت رسول الله(ص) ته وايي. د آيت له ظاهره او له ورسره قراينو او نښو معلو مېږي، چې آيت د خمس په اړه دى او امر يې په رسول الله او په هغوى پورې اړوند دى، چې د خمس (پینځمې) په وركولو مكلف دي او له خپلوانو مطلب، د رسول الله(ص) خپلوان دي، چې خمس ورپورې ځانګړى دى او نه بل څوك. له امام باقر او امام جعفر رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې دا آيت پر رسول الله رانازل شو؛ نو آنحضرت (ص) د فدك سيمه فاطمې بي بي ته وركړه[1712])) ؛ نوځكه دا آيت يوه ځانګړې مانا لري، نه عامه او پراخ[1713].

((وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ =))

39_ حلاله ربا: مفسرانو دې آيت ته ډول ډول تفاسير راوړاندې كړي؛ خو تر ټولو څرګند او د اهلبيتو له روايت سره ښه همغږى تفسير دادى، چې مطلب هغه ډالۍ دي، چې ځينې يې نورو (په تېره شتمنيو) ته وړي، چې غوره او ډېره بدله ترې ترلاسه كړي. ښكاره ده، چې په دې ډول ډاليو كې، نه د مقابل لوري استحقاق په پام كې نيول كېږي او نه وړتياوې او نه ړومبيتوبونه؛ بلكې ټوله پاملرنه دې ته ده، چې ډالۍ هغو ځايونو ته وركړاى شي، چې ډېرى پيسې ترې تر ګوتو كړي. طبيعي ده، په دغسې ډاليو كې، چې اخلاص پكې نشته، له اخلاقي او مانيز پلوه بې ارزښته دي؛ نوځكه په دې آيت كې له ربا مطلب، ډالۍ او وركړه ده او د ((لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ)) مطلب له خلكو د ډېرې بدلې اخستل دي. بېشكه د دغسې بدلې اخستل حرام نه دي؛ ځكه كوم شرط پكې نشته؛ خو اخلاقي او مانيز ارزښت نه لري. له امام صادق نه په ګڼ شمېر رارسېدليو رواياتو كې دا يې د حرامې ربا پروړاندې، چې پكې شرط ايښوول كېږي، په حلالې ربا تعبير كړى.[1714]

((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ =))

41_ ګناه؛ په وچه او لمده كې د فساد سرچينه: دا آيت د ګناه او فساد ترمنځ پراخه اړيكه څرګندوي. بېشكه هر خلاف چار، د ټولنې پر حال ټپال او له دې لارې د وګړيو پر وضع اغېز پرېباسي او په ټولنيز غونډال كې د يو ډول فساد لاملېږي. ګناه، خلاف چار او قانون ماتونه، د خرابو او مسمومو خوړو په څېر په بدن كې هرومرو نامطلوب اغېز شيندي او انسان ورته طبيعي غبرګون ښيي؛ لكه دروغ، ډاډ له منځه وړي او په امانت كې خيانت، ټولنيزې اړيكې ګډوډوي او ظلم تل د بل ظلم پيلامه كېږي او. . . دا د ګناه او فساد طبيعي اړيكه ده؛ خو له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې پردې سربېره، ډېری ګناهونه، ځينې سپېرې نښې او اثار هم لري، چې له نښو سره يې تړاو رانه پټ نه دى؛ لكه په رواياتو كې راغلي، چې د زړه سوي پرې كول عمر لنډوي او د پلارمړي د مال خوړل، زړه تياره كوي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((هغوى چې د ګناه په پار مري، تر هغوى ډېر دي، چې په پنځیزه- طبيعي مړينه مري)) له رسول الله (ص) نه په يوه روايت كې لولو: ((زنا شپږ پايلې لري: درې په نړۍ كې او درې په آخرت كې. په نړۍ كې له انسان رڼا او نورانيت لرې كوي، ژر مري او روزي پرې كوي. په آخرت كې سخت حساب ورسره كېږي، پالوونكى پرې غوسه او په اور كې تلپاتې وي.[1715])) له رسول الله (ص) په يوه بل روايت كې لولو: ((تر ما روسته، چې په خلكو كې زنا راښكاره شي، ناڅاپي مړينې ډېرېږي، چې ډنډۍ وهي، الله تعالی پرې وچكالي او كمښت رالېږي او چې زكات نه وركوي، ځمكه ترې د كر، مېوو او كانونو بركتونه اخلي او چې په ورمندون كې تېرى وكړي؛ نو په ظلم او دښمنۍ كې به يو د بل مرستندوى شي او چې ژمن ماتي شي، الله تعالی يې دښمنان ورلاسبروي او چې زړه سوى پرې كړي، شتمني د اشرارو لاسونو ته لوېږي او چې كله پر نېكیو له امره او د بديو له منع لاس واخلي او زما د اهلبيتو د نېكانو لاروي و نه كړي، الله تعالی پرې بدچاري واكمنوي؛ نو نېكان او ښه وګړي يې دعا كوي؛ خو نه قبلېږي)).[1716]

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَن يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =))

46_ زېرګري بادونه: كه څه په قرآن حکیم كې تر اورښته ډېر د باد پر زېري وركولو ډډه وهل شوې؛ خو ((مُبَشِّرَاتٍ)) په دې مانا كې را ايسارولاى نشو؛ ځكه له بادونو سره نور پرېمانه زېري هم شته: بادونه، د هوا تودوخه او سړوخه انډولوي، په ستره فضا كې عفونتونه استهلاكوي او هوا چاڼوي، پر پاڼو او بوټو د لمر د تودوخې دباو كموي او د لمر سوځېدو مخنيوى كوي؛ د ونو پاڼو، چې اكسيجن توليد كړى، انسانانو ته يې راوړي او د انسانانو لخوا توليد شوى كاربن ډای اکسایډ بوټو ته ورډالۍ كوي؛ ډېرى بوټي تلقيح كوي او د بوټو په نړۍ كې د نر او ښځې څاڅكي سره نښلوي؛ د ژرندو د حركت وزله او درمندونونه پرې چاڼېږي، په بېديا كې تخمونه شيندي، داسې چې په كوم ځاى كې پرېمانه تخم وي، د زړه سواندي بڼوال په څېر يې په ګرده بېديا كې خوروي، بادي بېړۍ له مسافرو او بار سره بېلابېلو سيمو ته وړي. ان نن، چې ماشيني وزلې د باد ځايناستې شوي، بيا هم د مخالفو او موافقو بادونو لګېدل، د بېړيو په ګړنديتوب او پستوب كې ډېر اغېزمن دي. هو! دوى ډېرو چارو ته زېري وركوونكي دي. پردې مطالبو سربېره، د باد يوه بله مهمه ونډه، د اورښت پرمهال ده. بادونه د وريځو ټوتې له سمندرونو د وچو پر لور وړي، وريځې په اسمان كې خوروي، بيا يې راغونډوي، چاپېريال يې سړوي او باران ورولو ته يې چمتو كوي.[1717]

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ= ))

47_ د مؤمنانو مرسته را پرغاړه ده: ددې آيت په وينا، مؤمنان پر خپل پالوونكي دا حق لري، چې الله تعالی یې په دنيا او آخرت كې مرسته وكړي. ددې مرستې يو مصداق له مجرمانو كسات اخستنه ده؛ البته پام مو وي، چې الله تعالی، مؤمنانو ته له خپل لوري دا حق وركړى دى او څوك ويلاى نشي، چې الله تعالی په مرستې كولو مجبور دى؛ بلكې دا پر مؤمنانو د الله تعالی يوه پېرزوينه ده. په يو روايت كې لولو، چې ((هېڅوك د خپل رور د پت دفاع نه كوي؛ خو داچې دا حق د الله تعالی پر غاړې دى، چې په قيامت كې د جهنم اور ترې لرې كړي.[1718]))

((فَانظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

50_ باران؛ د الله تعالی له لوري يوه لورنه: د باران په باب د الهي رحمت تعبير، په بېلابېلو اړخونو كې يې بركتناكو اغېزو ته اشاره ده. باران وچې ځمكې خړوبوي، د بوټو تخمونه پالي، ونو ته نوى ژوند وربښي، دوړې كېنوي او د ژوند چاپېريال پاكوي، بوټي وينځي او تاندوي يې، هوا د انسان راښكلو ته نرموي، په ځمكه كې ننووځي او څه موده روسته د كاريز او چينې په ډول ښكاره كېږي، کاټیالې – نېرونه او ويالې ترې جوړېږي، چې په برښناکوټونو كې په كابو كولو برېښنا ترې توليدوي، توده او سړه هوا انډولوي، تودوخه راټيټوي او سړښت د زغم وړګرځوي[1719]. له امام سجاد نه په يو روايت كې لولو: ((الله تعالی، له اسمانه باران وروي، چې د غرونو پر څوكو، غونډيو، جوغوړيو او لوړو ژورو ورېږي، داسې چې دانه دانه، نرم، پرلپسې، كله غټ غټ او كله نرى نرى ورېږي، چې په ځمكه كې پوره ډوب ننووځي او ځمكه خړوب شي، او د نيز په بڼه يې نه وروي، چې سيمې، ونې، كرنې او مېوې مو خرابې كړي))[1720].

((فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ. وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ =))

52 او 53_ د قرآن حکیم په منطق كې مرګ او ژوند: دا دواړه آيتونه، د پېژندو د لاملونو ټولګه او له بهر سره د انسان د اړيكې لار څرګندوي: د زړه مړتوب پروړاندې د نو مېرنې – تشخيص حس او ويښ عقل، د اورېدو (سمع) له لارې په اورېدونكيو غږونو د حق خبرو اورېدل او منل، د سترګو (بصر) له لارې په سترګو د حق او باطل د څېرو كتل؛ خو ځېل، خپلسري، په پټو سترګو تګ او ګناه د انسان حقيقت وينې سترګې ړندوي او غوږونه كڼوي او كله يې عقل او زړه هم له كاره غورځوي. د دغسې وګړيو د ښیون لپاره كه ټول پېغمبران، وليان او پرښتې يو لاس شي، څه اغېز پرې كړاى نشي؛ ځكه اړيكه يې له بهرنۍ نړۍ سره بېخي پرې ده او نه يوازې په ځان كې ډوب شوي؛ بلكې د قرآن حکیم له ليده، دا وګړي، له جسمي پلوه ژوندي؛ خو د مړيو په شمېر كې دي. اپوټه، په ظاهره مړه؛ لكه شهيدان تلپاتې ژوندي دي. ددې جلا جلا انګېرنې علت په دې پار دى، اسلام پردې سربېره، چې انسان د ژوند او وګړې- شخصيت كچه روحاني ارزښتونه بولي، د انسان ګټه رسونه او نه رسونه يې، ژوند او شتون ته يوه كچه ګڼي. هغه چې په ظاهره ژوندى دى؛ خو دومره په شهواتو كې ورډوب دى، چې نه د مظلوم غږ اوري، نه د حق د خاوند او اواز کوونکي یا منادي غږ اوري، نه د نشتمن او بېوزلي څېره ويني اونه د پنځون په ډګر كې د پالوونكي د ستریا نښې او ان يوه شېبه د خپلې ګاندې او تېر په باب سوچ نه كوي. د قرآن حکیم په منطق كې دغسې يو څوك مړى دى؛ خو هغوى چې له مرګه روسته اثارو يې نړۍ نيولې، اندونه، ليكه او لار يې مشر، لاربه -لارښود او بېلګه وي، دغسې كسان ژوندي او تلپاتې وي.[1721]

((اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ =))

54_ د فقر او غنا برهان: دا آيت د توحيد يو بل دليل (چې د فقر او غنا په برهان يادېږي) ته اشاره كوي او انسانانو ته وايي، چې د ژوند په پيل كې دومره كمزوري او بېوسي وئ، چې ان له ځانه مو د مچ شړلو وس هم نه درلود يا د خپلې خولې لاړې بندې كړئ او له انديز پلوه مو خپل څارن لورين مورو پلار هم نه پېژندل؛ خو سوكه سوكه مو وده وكړه، غړیالي شوئ، اندامونه مو غښتلي شول، پياوړى فكر او وسمن عقل او درك مو پيدا كړ. دا ونجون – بدلون او لوړې ژورې، دې حقيقت ته يو غوره دليل دى، چې نه دا ځواک ستاسې دى او نه هغه كمزوري؛ بلكې دواړه له بل لوري دي. دا پخپله يوه نښه ده، چې بل ستاسې د شتون څرخ ګرځوي او هر څه چې لرئ، عارضي دي. علي (ك) په يوې نوراني وينا كې وايي: ((الله تعالی مې د هوډونو په اړولو، د ستونزو په هوارولو او د همتونو په ماتولو وپېژانده.)) له دې ونجون شوم، چې آريز ځواك له بل سره دى او موږ، چې څه لرو، يوازې د هغه وركړه ده. پاموړ خو داچې د انسان د دويمې كمزورۍ په باب د ((شَيْبَةً)) (زړښت) ویی هم ورزياتوي؛ خو په لومړۍ كمزورۍ كې د ماشومتوب نامه نه اخلي. شونې ده، دا تعبير دې ته اشاره وي، چې د زړښتت كمزوري خورا دردناكه او سخته وي؛ ځكه لومړى، د ماشوم اپوټه، مخه يې مرګ ته ده او له نړۍ ځي، دويم، كومه تمه، چې له با تجربه بوډاګانو كېږي، له ماشومانو كله هم نه كېږي؛ حال دا كله يې كمزوري او بیوسي يو رنګ وي او دا ډېره عبرتناكه ښكاري. دا يو پړاو دى، چې سرغړاند او ياغي ځواكمنان په ګونډو كوي او كمزورۍ؛ خوارۍ او ذلت ته يې وركاږي.[1722]

((فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ =))

60_ كافران دې غوسه نه كړي: دا آيت د اسلام رسول الله ته دوه مهمې سپارښتنې او يو زېرى وركوي، چې د ناپوهو ځېليانو او سرسختو عقلمنو پر ضد همېشنۍ مبارزه كې يې زغم او استقامت ته بلي. لومړۍ سپارښتنه، صبر او زغم دى، چې د بريا آريزه كونجي ده. آيت د پېغمبر زړه خوشحالولو ته زياتوي: ((په رښتيا، د الله ژمنه رښتونې ده)) هغه تا او مؤمنانو ته ژمنه دركړې، چې پر ځمكه به بريا او خلافت در برخه كوي، اسلام به پر كفر لاسبرى كېږي، رڼا به پر تيارې او پوهه به پر ناپوهۍ بريالۍ كېږي او هرومرو دا ژمنه پوره كوي. دلته د ((وعد)) ویی، پرلپسې ژمنو ته اشاره ده، چې په قرآن حکیم كې د مؤمنانو د بريا په باب وركړاى شوې ده.[1723] دويمه سپارښتنه، په دې سخته مبارزه كې ټیکاو، نه كاواكېدل، د متانت ساتنه او نه غمجنېدل دي.[1724]

سورة القمان

د لقمان سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو كې رالنډېږي: 1_ په مقطعه ټكيو پسې د قرآن حکیم ستریا او مؤمنانو ته يې (چې ځانګړې ځانګړنې لري) ښيون او رحمتوالي ته اشاره شوې ده. 2_ د بې ستنو اسمان په درولو كې يې د الله تعالی د پنځون نښو، پر ځمكه د غرونو پنځول، بېلابېل خځندګان، اورښت او د بوټيو د پاللو په باب پكې خبرې شوي دي. 3_ زوى ته د لقمان له يو شمېر حكمت ډولو خبرو يادونه شوې ده. 4_ بيا يې د توحيد دلايل ويلي دي، د اسمان او ځمكې ايلېدل، د پالوونكي پرېمانه نعمتونه او د بوتپالو د منطق غندنه، چې له نيكونو څخه ړندې لاروۍ د بېلارېتوب په جوغوړي كې ورغورځولي دي؛ همدا راز د يوې بېلګې په راوړو يې د الله تعالی پراخه او بې پايه پوهې ته اشاره كړې. 5_ مرګ ته يې لنډه او لړزوونكې اشاره كړې ده.[1725]

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ =))

6_ غنا؛ د شيطان يوه ستره لومه: ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) پراخ مفهوم لري، چې هر ډول خبرې يا بوختوونكي سازونه رانغاړي، چې انسان چټياتو يا بېلارۍ ته راكاږي؛ لكه غنا، اوازونه، شهوت راپاروونكي او هوسي سازونه، داسې خبرې، چې د سازونو له مخې نه؛ بلكې د منځپانګې له مخې، انسان چټياتو او فساد ته وركاږي. ددې آيت په تفسير كې د اهلبيتو له امامانو ګڼ شمېر روايات راغلي، چې د ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) يو مصداق ((غنا)) ده، چې د سپكوونكي عذاب لاملېږي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: [الله تعالی د غنا او د لهو او باطلو سندرو د مجلس ناستو ته نه ويني (او په خپل رحمت كې يې نه رانغاړي) او دا مصداق هماغه څه دى، چې الله تعالی ويلى دى: ((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ)) ] په دې باب د فقهاوو د خبرو له ټوله ګټنه كړاى شو، چې غنا هغه ساز او سرود دى، چې چټي، باطل او د فسق او ګناهګارانو له ناستې پاستې سره اړخ ولګوي او په داسې اواز وويل شي، چې په انسان كې شهواني قواوې راپاروي. په اسلامي رواياتو كې، غنا ټينګه منع شوې ده. له امام صادق نه په يو حديث كې لولو: ((چې په كوم كور كې غنا وي، له دردناك كړاوه خوندي نه دى او دعا پكې نه قبلېږي او پرښتې نه ورننووځي.)) په بل روايت كې وايي: ((غنا د نفاق روح پالي او نشتمني او بدمرغي راپنځوي)) له رسول الله (ص) په يوه حديث كې لولو: ((شيطان لومړى تن و، چې غنا یې وويله.)) د غنا د حراموالي په فلسفه كې يې ويلي، چې د تجربې له مخې، ډېرى هغه وګړي، چې د غنا د اوازونو تر اغېز لاندې دي، د تقوى لار يې خوشې كړې، فساد او شهواتو ته مخه كوي. معمولاً د غنا مجلس د ډول ډول مفاسدو مركز دى او غنا دې مفاسدو ته لمن وهي. بل ټكى داچې د الله تعالی له ياده غافل او بې پروا كېدل دي. په ځينو اسلامي رواياتو كې، چې غنا ته د لهو تعبير كارول شوى، همدې حقيقت ته اشاره ده، چې غنا انسان دومره پر شهواتو اخته كوي، چې د الله تعالی له ياده غافلېږي. په دې آيت كې مو ولوستل، چې ((لَهْوَ الْحَدِيثِ)) د الله تعالی له لارې د بېلارېتوب يو لامل او د دردناك عذاب لامل دى. بل ټكى داچې غنا او موسيقي پر اعصابو زيانمن اغېز لري. چې ان څه وخت انسان د لېونتوب تر بريده رسوي او پر زړه، د وينې پر فشار او نامطلوبو پارونو يې اغېز تردې بريده دى، چې ويینې ته یې څه اړتيا نشته. په اوسني وخت كې د مرګونو له شمېرنې ګټنه كېږي، چې د تېر په پرتله ناڅاپي مړينې زياتې شوي، چې لامل ته يې ډول ډول چارې يادې كړي، چې يوه یې هم په نړۍ كې د موسيقۍ زياتوالى دى.[1726]

((وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ =))

12_ لقمان څوك و؟: د لقمان نامه د قرآن حکیم په همدې سورت كې په دوو آيتونو كې راغلې ده. په قرآن حکیم كې څرګند دليل نشته، چې هغه پېغمبر و که حكیم؛ خو په اړه يې د قرآن حکیم له لحنه معلو مېږي، چې پېغمبر نه و. له رسول اكرم (ص) څخه په يوه حديث كې لولو: ((په حق وايم، چې لقمان پېغمبر نه و؛ خو داسې يو بنده و، چې ډېر فكر یې كاوه او لوړ يقين يې درلود، الله تعالی يې خوښېده او د الله تعالی هم دا خوښېده او د حكمت لورنه يې پرې ورپېرزو كړې وه.)) په ځينو تواريخو كې راغلي، چې لقمان د مصر د سودان يو تور مريی و او سره له دې، چې بدرنګه څېره یې درلوده، زړه يې روڼ او روح يې پاك او سپېڅلى و. په يو روايت كې راغلى، چا وویل: ته خو زموږ شپون وې؛ نو دا علم او حكمت دې له كومه په برخه شو؟ و یې ویل: هو! شپون مو وم؛ خو د الله تعالی په اراده او داچې امانت مې ساته، رښتیا مې ويل او چې څه راپورې اړوند نه و، پكې چوپ وم؛ نوځكه مې حكمت او علم په برخه شو. له رسول الله(ص) روايت شوى دى: ((يوه ورځ لقمان د غرمې ويده و، ناڅاپه يې يو غږ واورېد، چې اى لقمانه! غواړې، الله تعالی دې پر ځمكه خپل خليفه كړي، چې په خلكو كې په حق ورمندون وركړې؟ لقمان په ځواب كې وويل: كه پالوونكى مې اختيار راكړي؛ نو د عافيت لار خپلوم او دې ستر ازمېښت ته غاړه نږدم؛ خو كه حكم راته كوي، حكم يې په سترګو منم؛ ځكه پوهېږم، كه دغسې ستر مسووليت راباندې كېدي، هرومرو مرسته راسره كوي او له ښویېدونو مې ژغوري. پرښتو وويل: لقمانه! ولې؟ و یې ويل: ځكه په خلكو كې ورمندون خورا سخت منزل او ستر پړاو دى او له هر لوري پرې د ظلم څپې راماتې دي. كه الله تعالی انسان وساتي، د ژغورنې وړ دى او كه د ګناه لار خپله كړي؛ نو د جنت له لارې اوښتى دى. چې څوك په دنيا كې سر ښكته او په آخرت كې سر لوړى وي، تر هغه غوره دى، چې په دنيا كې سر لوړى او په آخرت كې سر كوزى وي او چې څوك دنيا پر آخرت غوره كړي، دنيا ته به ونه رسي او آخرت به هم له لاسه وركړي، پرښتې د لقمان له ښې وينا هكې پكې شوې. لقمان دا خبره وكړه او ويده شو. الله تعالی يې په زړه كې د حكمت رڼا واچوله، چې راويښ شو؛ پر خوله يې حكمت و)).[1727]

((وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ . وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ =))

18 او 19_ په كړنو او خبرو كې منځلاري: په دې دوو آيتونو كې د دوو خويونو نهې او پر دوو امر شوى دى: ځانخوښي او ځانمني منع شوې، چې يو يې د الله تعالی پر بندګانو د پېسمنۍ – كبر لاملېږي او بل لاملېږي، چې انسان ځان د كمال په بريد كې وګڼي او په پايله كې په خپل مخ د تكامل ورونه وتړي. كه څه يو ځل هم ځان له نورو سره پرتله نه كړي؛ ددې دوو رټل شويو خويونو په مقابل كې، په كړنو او خبرو كې پر منځلاريتوب امر شوى دى. په رښتيا، که څوك دغسې ځانګړنې ولري؛ نو په خلكو كې نېكمرغه، بريالى او د الله تعالی په درشل كې عزتمن او محبوب دى. په زړه پورې خو دا، په آيت كې د ښاڅمنو- كبرجنو غږونه د خره له غږ سره ورته شوى؛ ځكه د مفسرانو په وينا، غالباً د نورو څارويو غږونه يوې وزلې ته اړتيا لري؛ خو دا څاروى بې دليله او بې هېڅ ډول اړتيا او بې هېڅ سريزې وخت او بې وخته ينګېږي او د غږ د بدرنګوالي په باب یې څه ويينې ته اړتيا نشته. له امام صادق نه په يو روايت كې، آيت په لوړ غږ پرنجى كول يا په خبرو كې چغې وهل تفسير شوى دى، چې په حقيقت كې دا يې يو څرګند مصداق ښوول دی. په اسلامي رواياتو كې تواضع، عاجزي، ښه خوى، نرم چلن او په ناسته پاسته كې د تاوتريخوالي پرېښوولو ته خورا اهميت وركړ شوى، چې نورو ته ډېر لږ وركړ شوى دى. يو چا سول الله (ص) ته وويل: نصيحت راته وكړه. په سپارښتنو كې يې يوه دا وه: ((له خپل مسلمان ورور سره دې په ورين تندي مخ شه)) په بل حديث كې يې لولو: ((د قيامت پر ورځ د كړنو په تله كې له ښو خويونو بل غوره ايښوول كېږي نه)).[1728]

((أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ =))

20_ ښكاره او پټ نعمتونه: ښكاره نعمتونه؛ لكه غوږ، سترګه، روغتيا او پاكه روزي، چې د انسان په حواسو پېژندل كېږي؛ خو ځينې نعمتونه له حواسو پټ دي؛ لكه شعور، اراده، عقل او مانيز مقامونه، چې په كړنو كې په اخلاص وررسېداى شو. دا چارې په پينځګونو انساني حواسو درك كېداى نشي. په رواياتو كې، ددې الهي نعمتونو ډول ډول چارې د مصداقونو په توګه ښوول شوي دي. په ځينو رواياتو كې، ښكاره نعمت په ښكاره امام او پټ نعمت په پټ امام تفسير شوى دى. له امام باقر نه په يو روايت كې لولو: ((ښكاره نعمت؛ رسول الله او چې څه یې د توحيد په باب راوړي دي؛ خو پټ نعمت؛ زموږ د اهلبيتو ولايت او راسره د دوستۍ ژمنه ده)).[1729] له رسول الله(ص) څخه په يو حديث كې لولو: ((ښكاره نعمت اسلام دى او داچې پالوونكي دې پوره او منظم پنځولى او روزي يې دركړې ده او پټ نعمت، ستا د كړنو د بدرنګوالي پټول او خلكو ته دې نه رسوا كول دي.)) البته ددې تفسيرونو ترمنځ كوم ټكر نشته او هر يو د ښكاره او پټ نعمت يو څرګند مصداق دى؛ بې له دې، چې مفهوم یې محدود او را ايسار كړي.[1730]

((وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =))

27_ د الله تعالی كلمات پاى ته نه رسي: دې آيت، د الله تعالی بې پايه علم په يوه څرګنده بېلګه كې انځور كړى دى. د انسان پوهه، چې څومره هم پراخه وي، د الله تعالی د پوهې پروړاندې د بڅرې هومره هم نه ده او څه چې انسان ته ډېر دي، الله تعالی ته ډر لږ دي. كلمات د کلمې جمع او د هغو الفاظو پر مانا ده، چې انسان پرې خبرې كوي. بيا پراخه مانا مومي او هر څيز ته ويل كېږي، چې يومطلب څرګندولاى شي او داچې د هستۍ ډول ډول ژوي هر يو د الله تعالی د سپېڅلي ذات، پوهې او واک ښكارنده ده؛ نو هر ژوی په تېره شريفو ژویو ته دا تعبير كارول شوى؛ لكه حضرت مسيح علیه السلام[1731]؛ نوځكه ((كَلِمَاتُ اللَّهِ)) د پالونكي پوهې ته هم كارول شوى دى. په رښتيا ددې آيت عبارات هېښنده او تدبر وړ دي. پر قلمونو د ټولو ونو اړول، چې كله له يوې تنومنې ونې په زرګونو؛ بلكې ميليونه قلمونه جوړولاى شو، سيندونه او سمندرونه په مركب اوړېدل او په تېره د اوو نورو سمندرونو پرې ورزياتېدل (ددې په پامنیوي، چې دلته د اوو شمېر د شمېر پر مانا نه؛ بلكې د تكثر او ډېروالي پرمانا ده)، د الهي پوهې پراخوالى او ستریا انځوروي.[1732] په يو روايت كې لولو: ((له آيته مطلب دادى، چې د الله تعالی پوهه تردې هم ډېره ده او چې څه دركړل شوي، په خپلو كې درته ډېر؛ خو د الله تعالی پروړاندې لږ او ناڅيزه دي.[1733])) د آيت تعبير دومره څرګند دى، چې د انسان د فكر څپې لايتناهي څنډ ته وړي او په هېښتیا كې يې ډوبوي او پوهوي یې، چې د الهي پوهې پروړاندې دې معلومات ډېر ناڅيزه دي.[1734]

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ =))

۳۳- د بېلارېتوب ستر لاملونه: دا آيت ګواښنه كوي، چې د دنیوي ژوند ځلبلي مو تېر نه باسي. بيا د شيطان د دوكې خبره كوي او په اړه يې خطر اعلانوي؛ ځكه خلك څو ډوله دي: ځينې دومره كمزوري او بېوسي دي، چې دوكې ته یې يوازې د دنيا ځلبلي ليدل ورته بس دي؛ خو چې ځينې یې ډېر مقاومت لري، بايد د شيطان وسوسې هم پرې ورزياتې شي او بايد دنننی او بهرنی شيطان يو لاس شي، چې تېر ايستل شي. دا آيت دې ټولو ډلو ته ګواښنه كوي. ددې ټكي يادونه هم لازم ده، چې ((غرور)) د هر تېر ايستونكي ژوي پرمانا ده او داچې په شيطان یې تفسير كړى، څرګند مصداق يې ښوولى دى؛ كه نه هر تېر ايستونكى انسان، كتاب، وسوسه ګر موقعيت او هر ژوی، چې انسان بې لارې كوي، ددې ویی په پراخ مفهوم كې رانغاړېږي. داچې ځينو په دنيا تفسير كړى؛ ځكه دنيا تېر ايستونكې ده. د دنيا په اړه له علي (ك) روايت شوى دى: ((دنيا غولول كوي، زيان رسوي او تېرېږي.)) دې ټكي ته مو پام وي، چې د دنيا تېر ايستل او غندنه يې پردې پار ده، چې د دنیوي ژوند ډېرى ښكارندې غفلت را ولاړوونكي دي او كله انسان داسې پر ځان بوختوي، چې بې له دې له هر څه غافلېږي؛ خو سره له دې، د همدې تېر ايستونكې دنيا د ډول ډول نندارو په ترڅ كې داسې ګڼې نندارې هم دي، چې د دنيا ناپېښتي او د پړکنده توب، ځلبلۍ او تشوالى يې په ډاګه انځوروي؛ داسې پېښې، چې هر هوښيار ويښولاى او بلكې ناهوښياران هم په هوښ راوړاى شي.[1735] له علي (ك) په يو روايت كې لولو، چې له يو چا يې د دنيا غندنه واورېده او تېر ايستونكې يې بلله. علي (ك) ورټه او و یې ويل: ((. . . دنيا هغه ته د رښتيا ځاى دى، چې خپله وينا رښتيا وګڼي او هغه ته د عافيت ځاى دى، چې حقيقت ومومي او هغه ته د شتمنۍ ځاى دى، چې خپل آخرت ته ترې توښه واخلي او هغه ته د ورم او نصيحت ځاى دى، چې پند ترې واخلي. دنيا د الله تعالی د دوستانو جومات، د پرښتو لمونځ ځاى، د وحې د راكېوتو ځاى او د الله تعالی د يارانو بازار دى.))[1736]

((إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ =))

34_ د الله تعالی ځانګړي علوم: په دې آيت كې، الله تعالی درې ګوني چارې په ځان پورې اړوند ګڼلي دي. لومړى، د قيامت د وخت پوهه ده، چې الله تعالی ځانته ځانګړې كړې ده او بې له ده بل هېڅوك ان پېغمبران او امامان هم ترې ناخبره دي. بل د باران اورښت او د زيلانځ مېشتو له ځانګړنو خبرتيا (؛ لكه داچې جنين ښكلى دى که بدرنګ، جنتي دى که دوزخي)[1737]، چې دا هم په الله تعالی پورې اړوند دي؛ خو داچې پخپله بل ترې خبر كړي. دوه روستي مطلبه (سبا به څه كېږي او هم د انسان د خپل مرګ له ځايه خبرېدنه) داسې مطالب دي، چې انسانان له دواړو ناخبره دي؛ نوځكه د ګاندې – راتلونكې پېښې ورنه پټې دي؛ البته ددې ټكي يادونه پکار ده، چې روستي څلور ځايونه، كه الله تعالی وغواړي بل څوك ترې خبرولاى شي. په ډېرى رواياتو كې لولو، چې معصومین له خپلې ګاندې او د خپل مرګ له وخت او ځايه خبر ول.[1738] امام صادق ويلي: ((امام، په غيبو علم نه پوهېږي؛ خو چې وغواړي، پر څه پوه شي، الله تعالی يې ورښيي[1739])). كه په رواياتو كې لولو، چې امامان د غيبو په علم نه پوهېږي، يا په آيت كې د راغليو پينځو څيزونو علم يوازې په الله تعالی پورې اړوند دى؛ په دې پار دى، چې د دوى په وختو كې، د غيبو علم د ذاتي علم او بې له خدايه يې د زده كړې پر مانا انګېرل كېده او امامان په دې پار، چې دا ډول شركي اندنه دود نشي، دغسې څرګندونې يې كړي دي. له امام كاظم نه په يوه روايت كې راغلي: كومه پوهه، چې لرو د غيبو علم نه؛ بلكې له رسول الله يو ميراث راپاتې دى او پر څه چې پوهېږو، له رسول الله (ص) رارسېدلي او پر څه چې رسول الله (ص) هم پوهېږي، د الله تعالی له لوري ورزده كړاى شوي دي.[1740]

سورة السجده

د السجده سورت ټوليزه منځپانګه: داچې دا مکي سورت دى؛ نو د مكي سورتونو آريز ليكې؛ يعنې د مبداء، معاد، زېري او ګواښنګرى ويينې رااخلي او څو برخې دى: 1_ تر هرڅه وړاندې د قرآن حکیم د ستریا خبره كوي. 2_ په اسمان او ځمكه كې د الله تعالی د نښو په هكله ويينه لري. 3_ له خاورې، اوبو، څاڅكي او الهي روح د انسان د پنځون او د پوهې او علم د زده كړې د وزلو د وركړې ويينه. 4_ د قيامت او ترې مخكې پېښو (؛ يعنې مرګ) په باب خبرې كوي. 5_ د زېري او ګواښنګري په اړه اغېزمن او لړزوونكي ويينې لري. 6_ د بني اسرائيلو تاريخ ته لنډه اشاره لري. 7_ د تېرو امتونو حالاتو او دردناك برخليك ته يې اشاره كړې ده. 8_ بيا توحيد او د الله تعالی د عظمت نښو ته ورستنېږي. 9_ د ځيلې دښمنانو په ګواښنې پاى مومي.[1741]

((يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاء إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ =))

5_ زر كلنه ورځ: مفسرانو ددې سورت په تفسير كې ډول ډول خبرې اوڅار كړي؛ خو نورو آيتونو ته په پامنيوي او كوم روايت، چې د آيت په تفسير كې راغلی، ښکاري، چې د آيت مطلب دا وي، الله تعالی دا نړۍ پيدا كړې، اسمان او ځمكې ته يې په ځانګړي تدبير نظم وركړى، انسانانو او نورو ژويو ته يې د ژوند جامې ور اغوستي؛ خو د نړۍ په پاى كې دا تدبير له منځه وړي، لمر تياره او ستوري تتېږي او د قرآن حکیم په وينا: ((پر هغه ورځ، چې اسمان د طومار په څېر رانغاړو (بيا) يې هماغسې، چې هستونه مو پيل كړې ورګرځوو)) او ورپسې نوى طرح او ښه پراخ نړۍ پيلېږي. دا مانا د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې هم راغلې ده.[1742] دا تعبيرات او نور، چې وايي په پاى كې د ټولو چارو پايله الله تعالی ته ورګرځي[1743]. څرګندېږي، چې دا آيت هم د پيل، تدبير، د نړۍ د پاى او د قيامت د ورځې د جوړېدو خبره كوي؛ نوځكه د آيت مفهوم داسې كېږي، الله تعالی ددې نړۍ چار له اسمان، د مانا له نړۍ او د پالونكي له قربه د كوزنۍ نړۍ پر لور تدبيروي او بيا دا ټول د قيامت پر ورځ پر لور يې ورستنېږي. شونې ده له هغو زرو كلونو مطلب، چې د هستۍ چارې د الله تعالی پر لور پورته وردرومي، د قيامت له پينځګونو پړاوونو وي؛ ځكه د معارج سورت په 4 آيت كې لولو: ((پرښتې او روح پر هغه ورځ، چې د پنځوس زررو كالو هومره ده، پر لور يې ورخېژي)) په يو روايت كې لولو، چې امام صادق وويل: ((په قيامت كې پنځوس تمځي دي، چې هر تمځى ددې كلونو په شمېر زر كاله دى)) بيا يې د معارج سورت دا آيت ولوست: ((هغه ورځ، چې د پنځوس زرو كالو هومره ده))[1744].

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ =))

11_ د مرګ پرښته: د قرآن حکیم له ګڼ شمېر آيتونو ګټنه كېږي، چې الله تعالی ددې نړۍ چارې په يو شمېر پرښتو تدبيروي[1745]؛ ځكه ((الهي سنت)) پردې ولاړ دى، چې خپله اراده او غوښتنه په وزلو پلې كړي. په دې ترڅ كې يو شمېر پرښتې د وګړيو ساګانې اخلي[1746] او په سر كې يې د مرګ پرښته ده. ددې پرښتې په باب، ګڼ شمېر روايات راغلي. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې راغلي: ((رنځورۍ او دردونه د مرګ استازي دي، چې د انسان عمر پوره شي، د مرګ پرښته راځي او وايي: د الله تعالی بنده! په خبر پسې مې څومره خبرونه او په استازي پسې مې څومره استازي درولېږل؟ خو زه روستى خبر يم او تر ما روسته بل خبر نشته. د خپل پالونكي بلنه په خوښه يا زور ومنه. دوی، چې ساه اخلي او د خپلوانو يې چغې شي، هغه غږ ګوي: پر چا ژاړي او چغې وهئ؟ پر الله تعالی ما يې د عمر په پاى كې ظلم ورباندې كړى نه دى او روزي مې یې خوړلې نه ده؛ بلكې پالونكي يې وباله؛ نو چې څوك ژاړي، بايد پر خپل ځان وژاړي او زه دومره راځم، چې يو تن مو هم مو پرېنږدم.[1747])) له ځينو روايتونو ګټنه كېږي، چې د مرګ د پرښتې نامه، ((عزرائيل)) دى.[1748]

((إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ =))

15_ د واجبو سجدو آيتونه: دا آيت په قرآن حکیم مجيد كې د واجبو سجدو ړومبى آيت دى او چې څوك یې ټول ولولي يا يې له بله واوري، واجب دي، چې سجده وكړي؛ البته دې سجدې ته اودس واجب نه دى؛ خو واجب احتياط دا دى، چې تندى پر داسې يو څيز كېدي، چې سجده پرې سمه وي (؛ لكه خاوره او تېږه)[1749]. انسان بايد په دې ډول سجده كې د سجدې كولو نيت ولري او داسې وي كه خلكو وليده، چې ووايي، سجده يې وكړه؛ خو چې د لمانځه په سجده كې كوم شرايط معتبر دي، پکار نه دي؛ لكه د عورت پټول، د هغه څه پاكوالى، چې سجده پرې كوي، د لاسونو او ځنګنونو له ځايه د سجدې د ځاى نه لوړوالى او پر ځمكه د كټې ګوتې لګول او په څېر يې؛ كه څه د احتياط لپاره ښه دي، چې دا چارې وشي. دا سجده ځانګړى ذكر نه لري او هم داچې تندى د سجدې په نيت پر ځمكه كېښوول شي، كافي ده د ((سبحان الله و الحمد لله)) په څېر ذكر ووايي؛ خو غوره دا ده، چې ووايي: ((لا اله الا الله حقاً حقاً، لا اله الا الله ايماناً و تصديقاً، لا اله الا الله عبوديّة ورقاً؛ سجدت لك يا رب تعبداً و رقاً، لا مستنكفاً ولا مستكبراً، بل انا عبد ذليل ضعيف خائف مستجير[1750])). درې نور آيتونه، چې واجب سجده لري دا دي: ((فضيلت_38، نجم_ 62، علق_ 19)).

((تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ . فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ= ))

16 او 17_ سترې بدلې، چې هېڅوك خبر ترې نه دي: د قيامت نړۍ تردې نړۍ خورا پراخه او ان په زيلانځ كې د جنين د ژوند پروړاندې تر دنیوي ژونده هم پراخه ده او موږ، چې د دنيا په څلورو ګوټونو كې را ايسار يو، راته نه پوهېدونې ده، موږ يې يوازې كومه خبره اورو او له لرې يوه شبحه وينو؛ خو چې د هغې نړۍ ليد پيدا نه كړو، پر اهميت يې پوهېدل راته ناشونې دي؛ لكه څنګه چې د مور په ګېډه كې ماشوم ته (كه د فرض له مخې، عقل او پوره هوښ يې هم درلود) ددې نړۍ پر نعمتونو پوهېدل ناشوني دي. له رسول الله(ص) نه په يوه روايت كې راغلي، چې الله تعالی وايي: ((خپلو صالحو بندګانو ته مې داسې نعمتونه چمتو كړي، چې نه سترګو ليدلي او نه غوږونو اورېدلي او د چا په خيال كې تېر شوي هم نه دي[1751])). تردې آيت لاندې، چې كوم روايات راغلي، په تېره د شپې پر لمانځه (چې په 16 آيت كې اشاره ورته وشوه) اډانه شوې ده. له امام صادق نه په يوه روايت كې راغلي: ((هر ښه چار ته په قرآن حکیم كې ثواب په ګوته شوى دى؛ خو كريم الله تعالی د شپې لمانځه ته د ستریا په پار يې ثواب په ګوته كړى نه دى. الله تعالی وايي: ((فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم))؛ البته په رواياتو كې نورو كړنو ته هم اشاره شوې، چې پر ثواب يې يوازې الله تعالی پوهېږي؛ لكه چې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك مؤمن په خېټه موړ كړي، بې له نړۍ پال؛ نور هېڅ مخلوق نه پوهېږي، چې په آخرت كې څه اجر لري.[1752]))

((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُن فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ =))

23_ موسى علیه السلام او الهي آيات: دا آيت، د موسى علیه السلام او بني اسرائيلو داستان ته لنډه او چټكه اشاره لري، چې پېغمبر او ړومبي مؤمنان ډاډمن كړي او د ځيلي مشركانو پروړاندې يې (چې په تېرو آيتونو كې اشاره ورته وشوه) صبر او پاينې ته راوبولي او مؤمنانو ته زېرى وركړي، چې په پاى كې به پردې ځېلي كافرانو لاسبري او د ځمكې مشران به شئ. داچې موسى علیه السلام يو ستر پېغمبر و؛ نو يهودو او مسيحيانو دواړو ايمان پرې درلود، له دې پلوه يوه انګېزه كېداى شوه، چې كتابيان اسلام ته ورمخه كړي. داچې د ضمیر مرجع څوک دی ((مِّن لِّقَائِهِ))، مفسرانو ډول ډول احتمالات اوڅار كړي. ځينو موسى علیه السلام ګڼلى؛ نوځكه مانا داسې كېږي: ای محمده! شكمنېږه مه، د موسى له روح سره به ليده كاته ولرې. ځينو ويلي، كتاب؛ او مطلب ترې قرآن حکیم دی؛ يعنې ای پېغمبره! داچې قرآن حکیم الهي وحې ده، په اړه يې شكمنېږه مه. ځينو ويلي، چې د ضمير مرجع الله تعالی دى او دا جمله دې ته اشاره ده، چې د معاد په باب بيخي شكمنېږه مه؛ خو ښکاري، چې ضمير، كتاب (تورات) ته ورګرځي او مفعولي اړخ لري، چې فاعل یې موسى علیه السلام دى؛ نوځكه په ټول كې د غونډلې مانا دا ده: شكمنېږه مه، چې موسى د اسماني كتاب لقاء ته ورسېد او و یې موندل، چې د پالونكي له درشله ورته القاء شوی و.[1753]

24_ امر څه دى؟: دلته د ((امر)) په باب اختلاف شته، چې له امره منظور تشريعي امر (په شرع كې الهي سپارښتنې) يا تكويني امر (په هستۍ كې د الهي فرمان چلېدل) دي. د آيت ظاهر د لومړي مانا ښوونكى ده او د رواياتو تعبيرونه او مفسران هم همدا مانا انګېري؛ خو ځينې ستر مفسران يې د تكويني امر پر مانا انګېري. توضيح داچې هدايت په آيتونو او رواياتو كې په دوو ماناوو راغلى دى: ((د لارې ښوول)) او ((موخې ته رسول)) د الهي مشرانو هدايت هم په دواړو لارو دي. كله يوازې په كولو او نه كولو (امر او نهې) بسيا كوي او كله په چمتو زړونو كې د باطني نفوذ له لارې، مانيزو مقامونو ته يې رسوي. د قرآن حکیم په ځينو آيتونو كې ((امر)) د تكويني امر مانا ته كارول شوی؛ لكه د يس په 82 آيت كې: ((بېشكه (امر او) فرمان يې داسې دى كه كله يو څيز وغواړي (؛ نو) يوازې ورته وايي، چې: ((شه!))؛ نو (بس) شي)). په دې آيت كې د((يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا)) غونډله هم پر همدې مانا ده؛ يعنې هغوى داسې مشران ول، چې د پالوونكي په واک یې په چمتو ځانونو كې نفوذ كاوه او هغوى يې لوړو روزنيزو او انساني موخو ته وركاږل.[1754]

((وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

28_ د بريا ورځ: داچې له دې ورځې څه مطلب دى، څو احتماله شته: لومړى داچې مطلب د قيامت ورځ ده، چې د مؤمنانو او كافرانو ترمنځ بېلتون راځي، مؤمنان ابدي نېكمرغۍ او كافران همېشنۍ بدمرغۍ ته رسي. بل داچې له بريا منظور، په دې دنيا كې د نژدې عذاب څكل دي (چې په 21 آيت كې اشاره ورته وشوه) يا په دنيا كې له كافرانو كسات اخستل دي؛ نوځكه ځينو دا آيت د بدر پر ورځ تفسير كړى دى؛ ځكه د مشركانو ايمان تر وژنې او د الهي عذاب تر ليدو روسته، څه ګټه ورته نه درلوده. ځينو هم د مكې پر سوبې تفسير كړی؛ ځكه د سر سختو كافرانو ايمان (چې كلونه كلونه یې له رسول الله سره دښمني كړې وه) څه حقيقي ايمان نه و؛ بلكې د نفاق او دوه مخۍ له مخې و او پر ګټه يې نه و. ښايي له آيته منظور، د رسول الله او خپل امت ترمنځ يې الهي ورمندون وي، چې په آخر الزمان كې رامنځ ته كېږي او د يونس سورت 47 آيت ورته اشاره لري ((او هر امت ته يو استازى دى او چې استازى ورځي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېكړه كېږي او تېری پرې نه كېږي))؛ البته د 3 آيت له سياقه ګټنه كېږي، له سوبې او بريا منظور، په دنيا كې سوبه ده، نه په آخرت كې[1755]. ددې احتمالاتو په منځومال كې په نظر رسي، چې له ((يَوْمَ الْفَتْحِ)) مطلب، د ((استيصال عذاب)) را كوزېدل دي؛ هغه عذاب، چې د كفارو جرړه راباسي او ايمان راوړو ته يې نه پرېږدي. په بله وينا، استيصال عذاب، يو ډول ځانګړى دنیوي عذاب دى، چې له پوره غاړه خلاصونې روسته، د ګناهګار قوم ژوند ته د پاى ټكى ږدي.[1756]

 

سورة الاحزاب

د احزاب سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخو ويشل كېږي: 1_د الله تعالی اطاعت ته بلنه، په كافرانو پسې نه تلل او د منافقانو وړانديزونه. 2_ د جاهليت د زمانې يو شمېر کږنو او انګېرنو – خرافاتو ته اشاره. 3_ د احزابو جګړه. 4_ د رسول الله(ص) مېرمنو ته اشاره، چې بايد په ټولو څيزونو كې مسلمانو ښځو ته بېلګې وي. 5_ د حَبش د لور زينب بي بي داستان. 6_ ستر. 7_ معاد او په هغه ستر ډګر كې د ژغورنې لار او همداراز د انسان ستره امانتوالي.[1757]

((مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءكُمْ أَبْنَاءكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ =))

4_ چټي ادعاوې: د تېرو آيتونو په دوام، چې رسول الله (ص) ته امر شوى، يوازې په وحې پسې ولاړ شي او نه په كافرانو او منافقانو پسې، دلته ويل شوي، چې په دوى پسې تلل، انسان يو موټى کږنو او انګېرنو – انحرافاتو ته بلي، چې په دې آيت كې ښوول شوي دي. لومړى وايي: ((الله تعالی د هېچا په ګوګل كې دوه زړونه ايښي نه دي.)) ددې ژورې غونډلې مانا داده، چې انسان يوازې يو زړه لري، نه ډېر او يوازې د يو معبود عشق پكې ځايېږي. هغوى چې شرك او ګڼ شمېر معبودانو ته بلنه كوي، بايد ګڼ شمېر زړونه ولري، چې هر يو د يو معبود د عشق مركز وي. ددې آيت په تفسير كې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((په يوه زړه كې زموږ دوستي او زموږ د دښمن دوستي نه ځايېږي؛ ځكه الله تعالی، انسان ته دوه زړونه وركړي نه دي، چې يې يو د مينې او دوستۍ وي او بل يې د دښمنۍ. دوستان مو په دوستۍ كې نږه دي؛ لكه چې سره زر په بټۍ كې نږه كېږي او خيرى ترې ايسته كېږي، چې څوك غواړي په دې حقيقت پوه شي، خپل زړه دې ازمېښت كړي؛ نو كه په زړه كې يې زموږ د دښمنانو څه مينه ورګډه شوې وه، له موږه نه دى او موږ يې هم نه يو.)) بيا قرآن حکیم د جاهلي پېر په يوې بلې خرافې؛ يعنې ظِهار لګيا كېږي. توضيح داچې كله هغوى له خپلو مېرمنو خپه كېدل او كركه به يې ترې ښووله؛ نو ويل یې: ((انت على کظهر امي)) (يعنې ته راته؛ لكه زما د مور شا یې) او په دې وينا يې مېرمن د خپلې مور په څېر ګڼله او دا خبره يې طلاق باله. اسلام دا جاهلي كړلار لاسليك نه كړه؛ بلكې سزا يې هم وروټاكله، په دې توګه، چې دغسې يو سړى حق نه لري خپلې مېرمن ته ورنژدې شي؛ خو داچې لازمه كفاره وركړي. كه يې كفاره ورنكړه او خپلې مېرمنې ته ورنغى؛ نو مېرمن يې كړاى شي شرعي واكمن ته ورشي او له دوو چارو ځنې يو ته يې اړ كړي: په رسمي توګه او د قانون له مخې يې طلاقه كړي او ترې جلا شي يا كفاره وركړي او د مخكې په څېر خپل ژوند ته دوام وركړي، بيا قرآن حکیم په درېيم جاهلي پېر بوخت شوى دى، وايي: ((ستاسې په زويتوب نيولي زامن يې، ستاسې (حقيقي) زامن ګرځولي نه دي))؛ ځكه په جاهلي پېر كې دود و، چې ځينې ماشومان يې په زويتوب نيول، چې د حقيقي زوى په څېر يې له ټولو حقوقو برخمنول. اسلام دا خرافي او بې منطقه مقررات په سخته نفې كړل.[1758]

((النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُوْلُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا =))

6_ د رسول الله (ص) مېرمنې؛ د مؤمنانو ميندې دي: ددې آيت له مخې، د رسول الله(ص) مېرمنې، د مؤمنانو ميندې شمېرل كېږي؛ البته ددې مانيز تړاو يوازېنی اغېز، د دوى درناوى او ورسره د واده حرموالى دى؛ يعنې مسلمانانو حق درلود، چې د رسول الله له لوڼو سره واده وكړي؛ خو هېڅوك د خپلې مور له لور سره واده كړاى نشي. همدغسې د رسول الله مېرمنو ته كتل بې له محارمو يې، روا نه ول. همداراز مؤمنانو د رسول الله له مېرمنو ميراث نه وړ. د آيت بل ټكى، پر مؤمنانو د پېغمبر ړومبيتوب دى؛ يعنې رسول الله په وګړيز، ټولنيز، حكومتي او. . . چارو كې پر مؤمنانو ورړومبى دى او غوښتنه يې پر غوښتنې ورړومبۍ ده. له رسول الله(ص) په يو حديث كې لولو: ((پر هغه قسم، چې زما ساه یې په واك كې ده، له تاسې يو هم د ايمان حقيقت ته نه رسي؛ خو داچې زه ورته تر خپل ځان، شتمنۍ، اولادونو او ټولو خلكو ګران وسم[1759])). په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې رسول الله (ص) د نورو مسلمانانو په پرتله همدا حق علي کرم الله وجهه ته وركړى دى[1760].

9 تر 26_ د احزابو جګړه: دا آيتونه، د اسلام د تاريخ د يوې خورا مهمې پېښې؛ يعنې د احزابو د جګړې خبره كوي؛ هغه جګړه، چې د اسلام په تاريخ كې د اوښتون يو ټكى و او د اسلام او كفر د ځواکونو انډول يې د اسلام پر ګټه وچورلاوه او دا بريا، په ګانده كې نورو سترو برياوو ته سريزه شوه. په حقيقت كې د اسلام د دښمنانو ملا ماته شوه او تردې روسته يې څه مهم كار ونكړاى شو. د احزابو جګړه (؛ لكه چې له نامې یې معلومه ده) د اسلام د بېلابېلو دښمنانو پر ضد يوه هر اړخيزه مبارزه وه، چې ددې دين په پرمختګ کې یې نامشروع ګټې، په خطر كې لوېدې. د جګړې لومړۍ لمبه د بني نضير د يهودو يوې ډلې بله كړ، چې مكې ته ورغلل او قريش يې له رسول الله سره جګړې ته وهڅول او ژمنه يې ورسره وكړه، چې تر روستۍ سلګۍ به ورسره وي. بيا د عطفان ټبر ته ورغلل او جګړې ته يې چمتو كړل. دې ټبرونو خپله همژمنې ټبرونه؛ لكه بني اسد او بني سليم هم راوبلل او داچې ټولو دا ګواښ ننګېرلی و، لاسونه يې يو كړل، چې د تل لپاره د اسلام ټغر راټول كړي. مسلمانانو له رسول الله (ص) سره سلامشوره وكړه او د سلمان پارسي (رض) په وړانديز يې د مدينې په چاپېريال كې خندق وكنه؛ نوځكه ددې جګړې يوه نامه هم ((خندق)) دى. پر رسول الله (ص) سختې شېبې تېرې شوې، ساګانې تر ستونو راغلې وې. منافقانو د اسلام په لښكر كې سختې سوړې ايستې. د دښمن شمېر ډېر او د اسلام لښكر لږ و (لس زره د درې زرو پروړاندې) د جګړيزو وزليو له پلوه، دښمن خورا سمبال و؛ نوځكه دې حال د مسلمانانو په سترګو كې سخته او دردناكه ګانده انځور كړې وه؛ خو د الله تعالی اراده وه، چې دلته د كفر پر ځواك روستى ګوزار وشي او هم له مسلمانانو د منافقانو ليكه جلا شي، دسيسه ګر رابرسېره او رښتوني مسلمانان هم د ازمېښت په بټۍ كې واچول شي. په پايله كې غزا د الله تعالی په لورنه د مسلمانانو په بريا پاى ته ورسېده، د الله تعالی په امر سخت توپان ولګيد، چې د دښمن کېږدۍ او سنګرونه يې وځپل او پر زړونو يې سخت ډار ورخور شو او په دې ترڅ كې پرښتې هم د مسلمانانو مرستې ته راغلې. د علي (ك) په لاس د عمرو بن عبدود [د كافرو ځواكمن بولندوى، چې بې له علي (ك) چا ورسره د سیالۍ جرات و نه كړ] وژنه پرې ورزياته شوه او نور د مشركانو له لاسه څه نه كېدل؛ نو په تېښته شول. دا اولس ګوني آيتونه رانازل شول او په خپلو ځپنده شننو او رابرسېرونو يې، په ډېره لوړه كچه، له دې پېښې يې د اسلام د روستۍ بريا او د منافقانو ځپنې ته ګټنه وكړه. په زړه پورې خو داچې په تاريخ كې راغلي، د اسلام رسول الله د خندق كنلو په ترڅ كې (حال دا مسلمانان د كافرانو تر سخت يرغل لاندې ول او د اسلام د بيخ رانړېدو ډار و) د مسلمانانو لخوا د ايران، روم او يمن هېوادونو د سوبې خبر وركړ. په دې حال كې منافقانو، رسول الله (ص) په دوكه مارۍ تورن كړ؛ لكه چې په 12 آيت كې لولو؛ خو د آنحضرت(ص) ملكوتي ليد د ايران، روم او يمن د پاچايانو د ماڼيو د ورونو پرانستل ليداى شو، چې مسلمان سرښندونكي امت ته زېرى وكړي او ګانده – راتلونکې خوالې رابرسېره كړي.[1761]

((قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا =))

18_ منع كوونكې ډله: دا آيت احتمالاً دوو ډلو ته اشاره كوي: 1_ د مسلمانانو په ليكو كې يو شمېر منافقين ول، چې د ((مِنكُمْ)) (له تاسې) تعبير پرې ګواه دى، هڅه یې كوله د كمزوري ايمان مسلمانان له جګړې منع كړي، دوى هماغه ((الْمُعَوِّقِينَ)) (منع كوونكي) ول. 2_ يوه بله ډله منافقان يا يهود، چې له نندارې دباندې ناست ول او چې د محمد (ص) له پوځيانو سره به مخ شول، ويل يې: موږ ته راشئ او ځان له جګړې څنډې ته كړئ (په دويمه غونډله كې اشاره ورته شوې وه). دا احتمال هم شته، چې دا آيت د يوې ډلې دوه بېلابېل حالات څرګندوي؛ هغوى چې كله په خلكو كې وي، له جګړې يې منع كوي او چې كله څنډې ته كېږي؛ نور خپل لوري ته رابلي. په يو روايت كې لولو، چې د رسول الله (ص) يو يار د څه اړتيا لپاره د احزابو له ډګره دننه د مدينې ښار ته راغلى و. خپل رور يې وليد، چې په مخ كې یې ډوډۍ، وريته غوښه او شراب ايښي ول، و یې ویل: ته دلته په چړچو بوخت يې او رسول الله (ص) په تورو او نيزو كې پر جګړه بوخت دى؟ په ځواب كې يې وويل: كم عقله! ته هم راشه او راسره كېنه. پر هغه الله تعالی، چې محمد (ص) پرې قسم خوري، له دې ډګر به كله هم راستون نشي. و یې ويل: دروغ وايې. پر الله تعالی قسم ځم او رسول الله (ص) دې له خبرو خبروم؛ بيا رسول الله ته ورغى او پېښه يې وویل. دلته دا آيت رانازل شو.

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا =))

21_ د مسلمانانو غوره بېلګه: په انسانانو كې د الله تعالی د استازيو ټاكنه په دې پار ده، چې امتونو ته عملي بېلګه وي؛ ځكه د پېغمبرانو د تبليغ او بلنې مهمتره او اغېزمنه برخه، عملي بلنې يې دي. له همدې لامله، مسلمان پوهانو، د نبوت پرېكنده شرط، معصومیت ګڼلى دى او يو دليل يې دادى، چې دوى بايد خلكو ته بېلګې وي. په رښتتيا كه رسول الله زموږ په ژوند كې بېلګه وي؛ نو په ايمان او توكل، په اخلاص او مړانې، په نظم او پاكوالي او په زهد او تقوى كې به زموږ د ژوند په كړلارو كې يو مخې ونجون – بدلون رامخې ته شي او ګرسره ژوند به مو رڼا شي. قرآن حکیم، دا غوره بېلګه هغوى ته بولي، چې درې ځانګړنې ولري: الله تعالی او د قيامت ورځې ته هيلمني او د الله تعالی ډېر يادول. په حقيقت كې پر مبداء او معاد ايمان درلودل، ددې حركت انګېزه ده او د الله تعالی ياد يې غځوونكى دى؛ ځكه د چا زړه، چې دغسې ايمان ونه لري، د رسول الله پر پل به پل كېنښوولاى شي او ددې لارې په دوام كې كه الله تعالی تل ياد نه كړي او شيطان له ځانه و نه شړي؛ نو رسول الله(ص) به په بېلګه توب ونه نيواى شي.[1762]

((وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا =))

22_ مؤمنانو ته د الله تعالی او د هغه د استازي ژمنه: له دې ژمنې مطلب (د ځينو په وينا) د رسول الله (ص) دا خبره ده، چې مخكې یې ويلي ول، ډېر ژر به احزاب د مسلمانانو پر ضد يو لاس شي؛ نو چې د احزابو لښكر يې وليد؛ پوه شول، چې دا هماغه د رسول الله (ص) ژمنه ده. ځينو ويلي، له دې ژمنې مطلب، د بقرې سورت 214 آيت دى، چې وايي: [ايا انګېرئ، چې همداسې به جنت ته ننوځئ، حال دا لا تر اوسه پرتاسې هغه حالات نه دي راغلي، چې تر تاسې پر ړومبنيو راغلي ول؟ پر هغوى ستونزې راغلې وې، كړاوونه ورورسېدل او دومره غمجن او اندېښمن شول، چې پېغمبر او مؤمنو ملګرو يې وويل: ((چې کله به د الله مر سته راشي؟)) (دا مهال يې مرسته ترې وغوښته او وویل شو:) پوه شئ، چې د الله تعالی مرسته نژدې ده! ] مسلمانانو دا آيت مخكې له رسول الله(ص) اورېدلى و او پوهېدل، چې ډېر ژر به پر هغو ستونزو اخته شي، چې مخكېني پېغمبران او مؤمنان پرې اخته شوي ول او په پايله كې زړونه به يې پرېشانه او وډار شي او داچې احزاب يې وليدل، باوري شول، چې دا هماغه ژمنه ده او الله تعالی به يې ډېر ژر مرسته وكړي او پر دښمنانو به يې بريالي كړي. حق دا دى، چې ښايي آيت دواړه مطلبه په پام كې نيولي وي؛ ځكه په آيت كې ژمنه هم په الله تعالی پورې تړل شوې او هم په رسول الله پورې؛ يعنې مؤمنانو د مؤمنانو په ليدو، د الله تعالی يوه ژمنه ورياد شوه او د رسول الله يوه ژمنه (هم). دا دواړه مطلبه يو د الله تعالی و او بل د رسول الله.[1763]

((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا =))

23_ شهيدان او سترګې پر لار: د مفسرانو ترمنځ په دې هكله خبرې اترې دي، چې دا آيت د چا په باب دى. له علي (ك) روايت شوي: [ د((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ)) آيت زموږ په باب رانازل شوى دى. هغه چې شهادت ته سترګې پر لار دى، زه يم (او مخكې د حمزه سيد اشهداء په څېر نارينه رانه شهيدان شوي دي) او ما بيخي خپله ژمنه اړولې نه ده]؛ البته آيت پراخه مفهوم لري، چې په هر پېر كې ټول رښتوني مؤمنان رانغاړي؛ هغوى چې د الله تعالی په لار كې يې د شهادت شربت ګوټلى او هغوى چې پر خپله ژمنه ټينګ ولاړ، جهاد او شهادت ته چمتو دي. روايت شوى، په كربلا كې، چې د امام حسين هر يو ملګرى د جګړې ډګر ته تله؛ نو له امام سره يې پیلنه- وداع كاوه او ويل يې: د رسول الله (ص) زويه پر تا دې سلام وي (د پیلنې- الله تعالی په امانۍ سلام) امام يې په ځواب كې ويل: ((سلام درباندې، موږ درپسې يو)) بيا يې دا آيت لوست: ((فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ)). همدا راز ويلي يې دي، چې كله امام حسين د ځينو شهيدانو له شهادته خبر شو، دا آيت يې ولوست.[1764]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا . وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ))

28 تر 29_ د رسول الله(ص) مېرمنتوب يا د دنيا ځلبلي: مفسرانو دې آيتونو ته ګڼ شمېر شأن نزولونه ياد كړي، چې د پايلو له اړخه يو له بل سره څه توپير نه لري. له دې شأن نزولونو ګټنه كېږي، چې كله له يو شمېر غزاګانو مسلمانانو ته ولجې په برخه شوې؛ نو د رسول الله(ص) مېرمنو د خپلې نفقې د زياتولو يا د ژوند وزلو ته له رسول الله نه ډول ډول غوښتنې درلودې. رسول الله(ص) خو پوهېده، چې دې ډول غوښتنو ته غاړه ايښوول به نبوي كورنۍ ته څه پايلې ولري؛ نو غاړه یې وركېنښووله او پوره يو مياشت ترې څنډې ته شو. تردې چې دا آيتونه رانازل شول او د رسول الله د مېرمنو مكلفيت (چې بايد مؤمنو ښځو ته بېلګې وي) يې ور په ګوته كړ او و يې ويل: كه د رسول الله(ص) مېرمنې د دنيا د ځلبلۍ پروړاندې بې پروا وي، ايمان، ښو كړنو او معنويت ته يې پاملرنه وي؛ نو له رسول الله(ص) سره پاتېداى او د پېغمبر د مېرمنتوب وياړ درلوداى شي، كه نه خپله لار دې ونيسي او ترې دې جلا شي. كه څه دا خبرې د رسول الله(ص) مېرمنو ته دي؛ خو د آيت په منځپانګه او پايلو كې ټول رانغاړېږي؛ په تېره هغوى چې د خلكو مشران وي. دوى همېش د دوو لارو پر سر وي: توکیز سوكاله ژوند ته د ور رسېدو لپاره له خپل ظاهري موقعيته ګټنه كول او يا د الله تعالی د رضا او د خلكو ښيون لپاره بې برخېتوبونو ته غاړه ايښوول.[1765]

((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا . وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا =))

30 او 31_ ډېر عذاب او ثواب: كه څه دا آيتونه د رسول الله(ص) د مېرمنو په اړه خبره كوي، كه د الله تعالی ومني، ډېر ثواب لري او كه ښكاره ګناه وكړي، ډېر عذاب به ولري. داچې آريزه كچه، د ټولنيزې وګړې – شخصيت او مقام درلودل دي، دا حكم د هغوى په باب هم صادق دى، چې په ټولنه كې يو موقعيت لري. دا ډول وګړي يوازې په ځان پورې اړوند نه دي؛ بلكې شتون يې دوه اړخونه لري: يو اړخ يې په ځان پورې تړاو لري او بل يې په ټولنې پورې او د ژوند كړلار يې يو شمېر سیخولاى يا بې لارولاى شي؛ نوځكه كړنې يې دوه اغېزې لري: وګړيزې او ټولنيزې. له همدې لامله هر يو ثواب او عذاب لري. له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((مخكې تردې چې د عالم يوه ګناه وبښل شي، د ناپوه اويا ګناهونه بښل كېږي)) پردې سربېره، له ثواب او عذاب سره د پوهې او معرفت د اندازې نژدې اړيكه شته. له امام باقر نه روايت شوى دى: ((الله تعالی د قيامت پر ورځ د بندګانو په حساب كې، هغوى ته په دنيا كې د وركړي عقل په اندازه ځېرنه او سخت ګيري كوي)) په ځينو رواياتو كې لولو، چې بدله د انسان د پوهې او عقل په اندازه ده.[1766]

((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا =))

33_ د سپېڅلتيا آيت: الله تعالی د آيت په پيل كې، د رسول الله مېرمنو ته امر كوي، چې په خپلو كورونو كې پاتې شي او تر اسلام وړاندې د جاهلي دودونو په څېر دې په خلكو كې نه راښكاره كېږي، د عفت كچې دې په پام كې ونيسي، لمونځونه دې وكړي، زكات دې وركړي او د الله تعالی او استازي يې اطاعت وكړي. د آيت په دې برخه كې راغلي شپږ ضماير د ((مؤنث جمع)) په بڼه دي، ورپسې د آيت لحن اوړي او وايي: ((الله تعالی يوازې غواړي، له تاسې اهل بيتو چټلي او ګناه لرې او پوره مو پاك كړي.)) د آيت په دې برخه كې د جمع دوه ضميره كارول شوي، چې دواړه مذكر دي. سمه ده، چې معمولاً د يو آيت سر او روستۍ برخه په يو مطلب پسې ځي؛ خو دا خبره په هغه ځاى كې معتبره ده، چې پرخلاف یې كومه قرينه او نښه شتون و نه لري؛ نوځكه هغوى چې د آيت دا برخه هم د رسول الله په مېرمنو پورې اړوند ګڼلې، خبره يې د آيت د ظاهر او پكې د شته قرينې (؛ يعنې د ضمايرو د توپير) پرخلاف ده. په دې باب ګڼ شمېر روايتونه شته، چې د اسلام سترو عالمانو (سني او شيعه) پخپله له رسول اكرم (ص) روايت كړي او د دواړو ډلو په مشهورو ډاډمنو سرچينو كې پرېمانه ليدل كېږي. دا ټول روايت ښيي، ددې آيت مخه، د اسلام رسول الله، علي، فاطمه، حسن او حسين (عليهم السلام) دي او نه د رسول الله مېرمنې. د ((یرید)) کلمه د پالوونكي تكوينې ارادې ته اشاره ده؛ يعنې الله تعالی په يو تكويني فرمان غوښتي له هر ډول چټلۍ مو پاك كړي. هو! تكويني او نه تشريعي؛ ځكه ((تشريعي اراده)) پردې مانا ده، چې مكلفوي یې خپله پاكي وساتي او پوهېږو، چې دا مكلفيت يوازې په نبوي كورنۍ پورې ځانګړى نه دى او ټول مسلمانان مؤظف دي، چې ځانونه پاك وساتي. شونې ده وانګېرل شي، چې ((تكويني اراده)) د يو ډول جبر لاملېږي او په دې حال كې پاكلمنتوب څه فضيلت او وياړ نه دی. په ځواب كې وايو، چې معصومين او پاكلمني دوه ډوله وړتياوې لري: ذاتي (او ورباندې لورول شوې) وړتياوې او اكتسابي وړتياوې (چې د كړنو او دننني وړتياوو له مخې يې ترلاسه كړي.) ددې دوو وړتياوو (چې يوه یې اختياري ده) له ټولګې هغه لوړ مقام ترلاسه كېږي. په بله وينا، الهي اراده او غوښتنه دغسې لوړ مقام ته د ورسېدو لپاره د توفيق لارې چارې چمتو كوي او ددې توفيق ګټنه يې پخپلې ارادې پورې تړاو لري. هغوى ته د ګناه پرېښوول ((عادي محال)) دى، نه ((عقلي محال))؛ لكه دا يو عادي محال دى، چې يو مؤمن عالم، شراب له ځان سره جومات ته يوسي او د جماعت په ليكه كې يې وڅښي؛ خو عقلي محال نه دى او ددې چار له اختياروالي سره څه ټكر نه لري. پېغمبرانو او امامانو ته د ګناه كول همداسې دي. سمه ده، چې پاكلمنتوب له الهي مرستو ځنې دى؛ خو الهي مرستې هم بې حسابه نه دي؛ لكه چې قرآن حکیم د ابراهيم خليل الله علیه السلام په اړه وايي. تر هغې چې د الهي مهمو ازمېينو له بټۍ و نه ووت، د خلكو د مشرتوب او امامت لوړ مقام ته ور و نه رسېد.[1767] ((رجس)) په لغت كې د ناپاكه (چټل) څيز پر مانا ده؛ كه د بنيادم د طبع او مزاج له پلوه چټل او منفور وي يا د عقل او شرع د حكم له مخې يا ټولو. كه د مشرانو په ځينو خبرو كې، رجس د ګناه، شرك، باطلې ګروهې، كنجوسۍ او كينې پر مانا راغلى وي، ددې پراخ مفهوم مصداقونه ګڼل كېږي. د ((َيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) غونډله ددې په پامنیوي، چې د تطهير مانا پاكول دي، د هغو ټولو چټليو او رجس پر نفې بيا ټينګار دى، چې په مخكې غونډله كې راغلي ول. پايله داچې الله تعالی په ډول ډول ټينګارونو غوښتي پينځه سپېڅلي (پنج تن پاك) له هر ډول پليدۍ، ګناه او چټلۍ پاك كړي.[1768]

((وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا =))

37_ دود ماتونې ته واده: دا آيت د ((زينب بنت جحش)) [د رسول الله (ص) د ترور (عمه) لور] او حضرت زيد بن حارثه (د پېغمبر د ازاد كړاى شوي مريي) د واده په باب رانازل شوى دى. تر بعثت وړاندې او له رسول الله سره د خديجې تر واده روسته، خديجې بي بي د ((زيد)) په نامه يو مريی وپېره او بيا يې پېغمبر ته ورډالۍ كړ او آنحضرت(ص) ازاد كړ او داچې ټبر يې وشاړه؛ نو پېغمبر زويويلى ورته ووايه. رسول الله زيد ته د ښځې كولو په هوډ كې شو؛ نو ((زينب بنت جحش)) يې ورته وغوښته. زينب په سر كې انګېرله، چې رسول الله یې ځانته غواړي؛ نو خوشحاله وه او خوښي يې وښووله؛ خو روسته، چې پوه شوه، غوښتنه يې زيد ته ده، سخته خپه او و يې نه منله. رور يې عبدالله هم له دې چار سره سخت مخالفت وښود. دلته ول، چې 36 آيت رانازل شو او د زينب او عبدالله په څېر خلكو ته يې ګوتڅنډنه وكړه، چې دوى له هغو چار سره مخالفت كړاى نشي، چې الله تعالی او استازى يې لازم وبولي [؛ ځكه الله تعالی او پېغمبر د وګړيو مصلحت تر خپله همدوى ښه پېژني]، چې دا آيت یې واورېد، د الله تعالی حكم ته يې غاړه كېښووله؛ خو واده ډېر دوام و نه موند او د دوه اړخيزه اخلاقي ناجوړيو له كبله پر طلاق پاى ته ورسېد. كه څه رسول الله ټينګار درلود، چې طلاق پېښ نشي؛ خو و شو. بيا رسول الله (ص) په واده كې د زينب د ماتې د سکېندې – جبران لپاره، د الله تعالی په حكم د ځان مېرمن كړه؛ خو تر واده وړاندې له دوو څيزونو په تشويش كې و: ړومبى داچې زيد د رسول الله زوى بللى و او د يو جاهلي دود له مخې، زوى بللي د آريز زوى ټول احكام درلودل؛ چې يو یې د زوى بللي له طلاقې شوې مېرمنې سره واده حرام و. بل دا، خلكو ويل، چې رسول الله (ص) څنګه دې ته چمتو دى، چې د خپل ازاد كړاى شوي مريي له طلاقې شوې ښځې سره واده وكړي او دا يې له شان او مقامه لرې ده؛ خو رسول الله په سرښندنې او د الله تعالی په امر دا جاهلي دود ولتاړه.[1769]

((مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا =))

40_ خاتميت: دا آيت د الله تعالی روستۍ خبره ده، چې د يو جاهلي ناسم دود ماتولو ته يې له زينب بنت جحش سره د رسول الله(ص) د واده په باب كړې ده. ړومبى وايي: ((محمد، ستاسې د هېڅ يو سړي پلار نه دى)) نه د زيد او نه د بل. كه يوه ورځ يې پر زيد د محمد د زوى نامه ايښې وه، دا تش يو دود و، چې د اسلام په راښكاره كېدو او د قرآن حکیم په رانازلېدو له منځه ولاړ، نه داچې يوه طبيعي او د خپلوۍ اړيكه وه؛ البته رسول الله (ص) د قاسم، طيب، طاهر او ابراهيم په نامو زامن درلودل؛ خو د تاريخپوهانو د وينا له مخې، بلوغ ته له ورسېدو مخكې، مړه شوي ول. بيا زياتوي: له تاسې سره د رسول الله اړيكه يوازې د رسالت او خاتميت له اړخه ده؛ نوځكه د آيت سر، يو مخې نسبي (او ځوځاتي) تړاو نفې كوي او د آيت روستۍ برخه له رسالت او خاتميته راولاړ شوى مانيز تړاو جوتوي او په دې توګه د سر او پاى تړاو څرګندېږي. پردې سربېره، آيت دې حقيقت ته هم اشاره لري، چې په عين حال كې، مينه يې له اولاد سره د پلار تر مينې اوچته ده؛ ځكه مينه يې له امت سره د استازي مينه ده؛ هغه هم هغه استازى، چې پوهېږي روسته به ترې بل پېغمبر رانشي او بايد چې څه یې تر قيامته ورته اړتيا وه، په خورا ځيرنه او زړه سوي يې اټكل كړي. ((خاتم)) په يو څيز د پاى ټكي ايښوولو ته وايي او دا آيت، پردې څرګند دليل دى، چې نبوت او پېغمبري د اسلام په پېغمبر پاى مومي او روسته ترې كوم پېغمبر نه راځي. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((له تېرو پېغمبرانو سره په پرتلنه كې زما مثال، د هغه سړي په څېر دى، چې يوه ښكلې ماڼۍ جوړه كړي او خلك ترې ګرد چاپېره وګرځي او ووايي، تردې خو ښكلې ماڼۍ نشته؛ خو د يوې خښتې ځاى پكې تش دى او زه هماغه روستۍ خښته يم)).[1770]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

50_ هغه ايمانواله ښځه، چې ځان رسول الله (ص) ته ور ډالۍ كړي: ((بې مهره د مېرمنې نيول)) د رسول الله له ځانګړنو ځنې و او آيت يې هم په څرګنده وايي: نوځكه دا چار د اسلامي فقهې له مسلماتو ځنې دى. داچې ايا دې ټوليز حكم د رسول الله په باب مصداق پيدا كړى كه نه، مفسرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو له تاريخي پلوه مصداق ورته ښوول شوى نه دى؛ خو په ډاګه ده، چې الله تعالی خپل پېغمبر ته دغسې اجازه وركړې وه.[1771]

50_ د رسول الله د ګڼ ښځۍ د فلسفې يوه څنډه: په دې آيت كې د ((دا ددې لپاره (چې د رسالت په تر سره كولو كې))) غونډله، د رسول الله (ص) د ځانګړي احكامو فلسفې ته اشاره ده. په بله وينا، موخه دا وه، چې په دې احكامو د پېغمبر له اوږو يو لړ محدوديتونه او ستونزې لرې شي. دا لطيف تعبير راښيي، له ګڼ شمېر ښځو سره د رسول الله ودونه په ژوند كې يې د يو لړ ټولنيزو او سياسي ستونزو د هواري لپاره ول. پوهېږو، چې كله رسول الله(ص) د اسلام غږ اوچت كړ، يوازې و او تر مودو مودو ډېرو لږو پرې ايمان راووړ. رسول الله(ص) د خپلې زمانې او چاپېريال د خرافي ګروهو پر ضد راپاڅېدلى و او طبيعي ده، چې ټول اقوام او ټبرونه به يې پر ضد يو موټى شي؛ نوځكه انحضرت (ص) بايد د دښمنانو د ناپاك يووالي ماتولو لپاره له ټولو وزلو كار اخستى واى، چې يو یې له ټبرونو سره د واده كولو له لارې د خپلوۍ د اړيكې رادبره كول ول؛ ځكه په جاهلي عربو كې د خپلوۍ اړيكه ټينګه اړيكه ګڼل كېده، د ټبر زوم يې د ځان باله او دفاع يې ترې لازمه ګڼله او يوازې پرېښوول يې ګناه شمېرله. ډېر قراين لرو، چې ښيي د رسول الله(ص) ودونو، په ډېری ځايونو كې سياسي اړخ درلود؛ ځينې ودونه يې د جاهلي دودونو د ماتولو لپاره، ځينې يې د دښمنانو راكمولو يا له وګړيو او ځېلي اقوامو سره د مينې او دوستۍ زياتوالي لپاره ول. څرګنده ده، چې څوك په 25 كلنۍ كې، چې د ځوانۍ د جوش وخت دى، له كونډې ښځې (حضرت خديجې) سره واده كوي او تر 53 كلنۍ پر همدې يوې ښځې بسيا كوي او په دې توګه ځواني تېروي او زړښت ته رسي او د ژوند په پاتې لسو كلونو كې په ګڼ شمېر ودونو لاس پورې كوي؛ نو هرومرو چار يې يو دليل او فلسفه لري، چې په هېڅ توګه یې له جنسي انګېزو سره تړلاى نشو. پوهېږو، چې د هغه پېر په خلكو كې ګڼ شمېر ودونه ډېر ساده او عادي ول او ان كله لومړۍ مېرمن د دويمې مېرمنې غوښتو او ماركې ته تله او څوك د بلې ښځې كولو ته پر كوم محدوديت قايل نه و؛ نو په دې حال كې، رسول الله(ص) ته د ځوانۍ پرمهال ګڼ شمېر ودونو، نه ټولنيز او نه وټيز خنډ درلود او نه څه نيمګړتيا ګڼل كېده. په زړه پورې خو داچې په تاريخونو كې راغلي، رسول الله يوازې د عايشې بي بي په نامه له يوې باكرې نجونې سره واده وكړ، چې د واده پرمهال ټيټ عمرې وه. ان په ځينو تواريخو كې لولو، چې پېغمبر له ګڼ شمېر ښځو سره واده وكړ، چې يوازې د نكاح مراسم يې پرځای شول او بيخي يې كوروالى ورسره ونه كړ او ان په ځينو ځايونو كې يې يوازې د ځينو ښځو په غوښتنې او ماركې بسياينه وكړه او ټبرونه پر همدې وياړېدل، چې پېغمبر ترې د يوې ښځې لپاره ماركه كړې او په دې توګه يې له پېغمبر سره ټولنيز تړاو ښه ټينګېده او په دفاع كې يې هوډمنېدل. بلخوا، له ګڼ شمېر ودونو سره سره، آنحضرت(ص) لږ اولاد درلود. په دې توګه څرګندېږي، چې د رسول الله(ص) ګڼو ودونو له عادي لاملونو اوچت او ور هاخوا انګېزې او نيتونه درلودل.[1772]

((تُرْجِي مَن تَشَاء مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاء وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ))

51_ د يوې بلې ستونزې لرې كېدل!: پوهېږو د ګڼ ښځۍ په باب د اسلام حكم دادى، چې مېړه دې خپل وختونه په عادلانه توګه د ښځو ترمنځ وويشي، كه يوه شپه له يوې سره وي؛ نو بله دې له هغې بلې سره وي. د رسول الله(ص) له ځانګړنو ځنې يو دا وه، چې د ځانګړو شرايطو او د ژوند د كړكېچ په پار، په تېره، چې په مدينه كې و او تقريباً په هره مياشت كې يوه جګړه پرې ورتپل كېده او په عين حال كې ګڼ شمېر مېرمنې يې هم درلودې، ددې آيت په حكم، ددې حق رعايتول ترې لرې شو او خپل وختونه يې، چې څنګه شوني ول، ويشلاى شو. كه څه رسول الله (د تواريخو په څرګندونه) تر شوني بريده مساوات او عدالت ته پاملرنه کوله، ددې آيت نزول، د رسول الله(ص) مېرمنو او د دننني ژوند چاپېريال ته يوه ډاډينه او آرامي وه.

((لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاء مِن بَعْدُ وَلَا أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا ))

52_ د رسول الله(ص) د واده په باب يو بل حكم: ددې آيت په تفسير كې ډول ډول نظريات ويل شوي، چې دوو مهمو ته یې اشاره كېږي: 1_ د تاريخي لاسوندونو له مخې، رسول الله(ص) د وګړيو او ټبرونو تر دباو لاندې و، چې ښځه ترې وكړي او دې ټبرونو ته وياړ و، چې يوه ښځه يې د رسول الله مېرمن شي؛ البته دې تړاو تر يوه بريده د رسول الله(ص) د ټوليزو او سياسي موخو پلي كولو ته لار پرانسته؛ خو هر څه چې له بريده واوړي، پخپله ستونزه راولاړوي او داچې ټولو ټبرونو دغسې يو چار ته سترګې نيولې وې، الله تعالی په يو ټينګ قانون ددې چار مخه ونيوه. ښايي په دې منځومال كې ځينو رسول الله(ص) ته وويل، چې ډېرې مېرمنې دې كونډې او زړې دي او درسره ښايي، له ښكلې ښځې سره واده وكړې. قرآن حکیم په تېره پردې ټكي ټينګار كړى، كه ان ښكلې ښځې هم وي، د واده حق ورسره نه لري.[1773] 2_ په ځينو روايتو كې راغلي، چې له آيته مطلب، د انسان له محارمو ښځو سره د واده تحريم دى، چې د نساء سورت په 23 آيت كې راغلي؛ نو ددې تفسير له مخې، د آيت مانا داده، چې د نساء سورت د 23 آيت تر نزول روسته له محارمو سره واده حرام او له نورو ښځو سره حلال دى.[1774]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا))

53_ د رسول الله(ص) حريم او حيثيت ساتنې ته احكام: ددې آيت په څرګندنه كې دوو ټكيو ته اشاره كېږي: 1_ دا چار په عربو او نورو كې دود و، چې ځينو د اړتيا وړ څيزونه د لنډ وخت لپاره له ګاونډي په عاریت او امانت اخستل، د رسول الله(ص) كور هم له دې قانونه مستثنى نه و او كله نا كله راتلل او څه يې د رسول الله له مېرمنو غوښتل. كه څه د رسول الله (ص) مېرمنو اسلامي ستر درلود؛ خو څرګنده ده، دا يو سم چار نه و، چې خلك د رسول الله مېرمنې وګوري؛ نوځكه امر وشو، كه څوك څه غواړي، د پردې يا د وره له شا دې يې واخلي. دلته له ستره مطلب، د ښځو ستر نه؛ بلكې پر ستر ور زيات يو حكم دى، چې د رسول الله (ص) په مېرمنو پورې ځانګړی دى؛ البته دا حكم د نورو ښځو په باب راغلى نه دى او په باب يې يوازې ستر كافي دى؛ نوځكه اسلام، مسلمانو ښځو ته د پردې تر شا كېناستو امر كړى نه دى او څه چې پر مسلمانې ښځې لازم دي، هماغه اسلامي ستر دى. 2_ ځينو د كسات اخستو او د رسول الله د سپېڅلي مقام د سپكاوۍ لپاره، هوډ کړی و، چې تر رسول الله(ص) روسته د آنحضرت (ص) له مېرمنو سره واده وكړي، چې له دې لارې یې حيثيت ټكنى كړي. كه دا چار مجاز واى؛ نو يو شمېر كسانو په دې پلمه، چې تر رسول الله روسته، مېرمن يې ورسره ده؛ نو شونې وه، چې ځان ته يو ټولنيز موقعيت ترلاسه كړي او هم په دې پلمه، چې د رسول الله د كور له دننه او د دين له ښوونو يې ځانګړي معلومات لري، د اسلام پر اوړونې لګيا شي يا منافقين په دې لټه كې شي، چې له دې لارې په خلكو كې ځينې مطالب خواره كړي، چې د رسول الله له مقام سره اړخ ونه لګوي؛ نو د همدې دليل له مخې، تر رسول الله روسته مېرمنې يې په اسلامي امت كې ډېرې درنې اوسېدې او له خپل حاله ډېرې خوښې او راضي وې او محرومیت يې ددې وياړونو پروړاندې ناڅيزه ګڼل.[1775]

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ))

56_ پر رسول الله صلوات/ درود: په تېرو آيتونو كې، چې د رسول الله(ص) د حرمت او درناوي ساتنې او نه ځورولو په باب ويينې وشوې؛ نو دا دى، په دې آيت كې ړومبى له پېغمبر سره د الله تعالی او پرښتو ځانګړې مينه ښكاره كوي او ورپسې مؤمنانو ته وايي، چې د رسول الله(ص) مقام دومره اوچت دى، چې د هستۍ پنځوونكى او ټولې پرښتې (چې د حق په فرمان د هستۍ د تدبير چارې ور تر غاړې دي) پرې درود وايي، چې داسې ده؛ نو تاسې هم له دې پېغام سره همغږي شئ. محمد (ص) د هستۍ قيمتي مرغلره ده او كه په الهي لورنه مو په لاسرسۍ كې دى؛ نو هسې نه كم ارزښته يې وبولئ او د الله تعالی او پرښتو پروړاندې يې مقام هېر كړئ. پر رسول الله د صلوات د څرنګوالي په باب د شيعه او اهل سنتو په رواياتو كې په ډاګه راغلي، چې پر ((محمد)) د صلوات پرمهال ((آل محمد)) پرې ورزیات كړئ. له رسول الله (ص)نه په يوه روايت كې راغلي: [نيمګړى صلوات راباندې مه واست، وویل شو: نيمګړى صلوات څه دى؟ و یې ويل: داچې يوازې وواياست: ((اللهم صلى على محمد)) او دوام ورنه كړئ؛ بلكې وواياست: ((اللهم صلى على محمد و آل محمد)) ].[1776]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا =))

59_ ستر؛ يوه ساتندويه وزله ده: داچې په دې آيت كې له پېژندو مطلب څه دى، د مفسرانو ترمنځ دوه نظره شته، چې په ټكر كې نه دي. لومړى داچې په هغه پېر كې دود و، چې مينزې سر لوڅې له كوره راوتې او داچې له اخلاقي پلوه يې حالت ښه نه و؛ نو كله ځينو كوڅه ډبو ژڼو – ځوانانو ځورولې. دلته مسلمانو ازادو ښځو ته امر وشو، چې پوره اسلامي ستردې وكړي، چې له مينزو وپېژندل شي او كوڅه ډب ځورنې ته څه پلمه ونه لري. ښكاره ده، چې ددې خبرې مفهوم دانه دى، چې فاسدو او اوباشو حق درلود، چې مينزې وځوروي؛ بلكې مطلب دا دى، چې له فاسدو پلمه واخستل شي.

بله موخه دا ده، چې مسلمانې ښځې په ستر کې ناغېړي ونه كړي؛ لكه ځينې بې بندوبارې ښځې، چې په عين ستر کې داسې بې پروا او كاواكه دي، چې زیاتره د بدن ځينې برخې يې بربنډې دي او همدا يې د مفسدو وګړيو د ورپامېدو لاملېږي. ((جَلَابِيبِهِنَّ)) ته څو ماناوې شوي؛ خو ډېر په نظر رسي، چې ((ټكرى)) وي. له ((يدنين)) (راخواره كړي) مطلب دا دى، چې ښځې ټكري پر بدن راخواره كړي، چې و يې ساتي، نه داچې ازاد يې پرېږدي، چې كله نا كله يو خوا او بلخوا ځي او بدن يې ښكاره شي او زموږ په خپله ژبه، ځان دې په ټكري كې سم راتاو كړي.[1777]

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا. مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا =))

60 او 61_ رذيلانو او ډنډورچيانو ته سخت اخطار: د آيت له لحنه ګټنه كېږي، چې په مدينه كې درې ډلې پر خرابكارۍ لګيا وې: لومړى منافقان، چې د اسلام د راپرځېدو هڅه يې كوله. دوم رذيلان او كوڅه ډب، چې ((زړه رنځوري)) هم ورته وايي. درېيم ډنډورچيان، په تېره رسول الله (ص) او د اسلام پوځ، چې به غزواتو ته ولاړل؛ نو د پاتې شونو د روحيې په كمزورولو به لګيا شول او په دروغو به يې د رسول الله او مؤمنانو د ماتې دنډورې خورولې. د آيت په تفسير كې دا احتمال هم شته، چې دا درې واڼه تخريبې كړلارې د منافقانو چار و او يو له بله جلا كول يې د ځانګړنو جلا كونه ده، نه د وګړيو. په هر حال، قرآن حکیم وايي: كه دوى خپلو ننګينو كړنو ته دوام وركړي؛ نو د ټولیز بريد امر به وكړو او د مؤمنانو په يو ولسي يون به يې يو مخې له مدينې جرړه راوباسو، چې په ښار كې ونشي اوسېداى، چې په دې حال كې د اسلامي حكومت له ملاتړه وتلي او د سرښندونكيو مسلمانانو له لاسه به په امان كې نه وي او چې هر چېرې وموندل شي وبه وژل شي.[1778]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا. يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا =))

70 او 71_ حق خبره ووياست، چې كړنې مو سمې شي: سديد وينا، هغه خبره ده، چې له واقعيت سره اړخ لګوي او چټي نه ده او كه څه ګټه لري؛ نو ګټه يې مشروع ده؛ او نه د چوغلګرۍ په څېر؛ نو مؤمن، چې څه وايي بايد پرې ډاډمن وي او هم خپله وينا وآزمايي، چې د فساد لامل نه وي. قرآن حکیم، دا ډول وينا د كړنو د سمونې او د ګناهونو د بښنې لامل ګڼي؛ ځكه انسان، چې روږدى شي، چې دغسې خبرې وكړي؛ نو دروغ، غيبت، چټي او فساد راولاړوونكې خبرې نه كوي او طبعاً له ګناهونو لرې كېږي. په دې حال كې، انسان صالح كېږي او له تېرو ګناهونو پښېمانېږي او همدا پښېماني توبه ده او چې توبه یې وكړه، الله تعالی يې هم په پاتې عمر كې له سترو ګناهونو ساتي او كه کوشنۍ ګناه وكړي؛ نو بښي یې.[1779] د اخلاقو عالمان، ژبه خورا بركتي او په عين حال كې ډېر خطرناكه غړې ښوولې، تردې چې د (30) په شاوخوا كې ګناهونه ترې كېږي. له امام سجاد نه په يوه روايت كې لولو: ((د هر انسان ژبه هره ورځ نور غړي پوښتي: څرنګه درباندې ګهيځ شو؟ ورته وايي: موږ ښه يو كه ته مو پرېږدې. بيا ورزياتوي: ته او الله تعالی، لږ خو زموږ هم مراعات وكړه، موږ ستا په پار هم ثواب وينو او هم عذاب[1780]))

((إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا =))

72_ د الهي امانت منل، د بشر ستره ویاړنه: د اسلام سترو مفسرانو ددې آيت په اړه ډېرې خبرې كړي او د امانت د حقيقت راسپړلو ته يې پرېمانه هڅې كړې دي. ددې حقيقت د پوهېدو لپاره بايد انسان ته يو نظر واچوو، چې څه لري، چې اسمانونه، ځمكه او غرونه يې نه لري. انسان د سرباندې استعداد درلودونكى ژوی دى، چې له دې نه په ګټنې د ((خليفة الله)) پوره مصداقېدى شي، د معرفت او پوهاوۍ په لاس ته راوړو او د ځان په پاكوالي كې د وياړ څوكي ته رسېداى او د اسمان له پرښتو هم تېرېداى شي. دا استعداد د ارادې له ازادۍ سره مل دی؛ يعنې بنيادم دا لار (چې له صفره پيلېږي او تر بې نهايته ځي) په خپلو پښو او خپلې ارادې او خوښې وهي. اسمان، ځمكه او غرونه د يو ډول الهي معرفت درلودونكي دي او الله تعالی ته يې په تكويني او اجباري بڼه غاړه ايښې؛ نو له همدې كبله، څه تكامل او بشپړتيا نه لري. انسان يوازېنى ژوی دى، چې صعودي او نزولي قوس يې بې انتها دى او په خپل واك او اختيار په نا محدود ډول د تكامل څوكي ته الوتاى شي. دا هماغه الهي امانت دى، چې ټولو ژویو يې له پورته كولو ډډه وكړه؛ خو انسان را ډګر ته شو او ور اوږه شو. له همدې لامله، په راروسته آيت كې، انسانان پر درېيو ډلو ويشل كېږي: مؤمنان، كافران او منافقان؛ نوځكه، الهي امانت، ((پخپلې خوښې او ارادې د نامحدودې بشپړتيا وس درلودل او د پوره انسان او ځانګړي بنده مقام ته وررسېدل او د الهي هدايت منل)) دي؛ خو موږ ته له اهل بيتو په ګڼ شمېر راسېدليو رواياتو كې، دا الهي امانت د اميرالمؤمنين علي (ك) او اولادونو د ولايت په منلو تفسير شوى او دليل يې دادى، چې د پېغمبرانو او امامانو ولايت د الهي ټوليز ولايت پياوړې وړانګه ده او د عبوديت مقام ته د و رسېدو او د تكامل د لوري وهل، يوازې د الله تعالی د وليانو د ولايت په منلو شوني دي.[1781]

سورة سـبا

د سبا سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت په منځپانګه کې پينځه مطلبونه رانغاړل شوي دي: ١-توحيد او په هستۍ کې د الله تعالی د نښو يوه برخه، سپېڅلي صفات يې؛ لکه توحيد، ربوبيت او الوهيت. ٢- معاد په دې سورت کې تر نورو موضاعاتو ډېر اوڅار شوی او په اړه يې ډول ډول ويينې شوي دي. ٣- د تېرو پېغمبرانو او د اسلام د رسول الله(ص) نبوت او په اړه يې د دښمنانو د خوګانو ځوابونه او د مخکېنيو پېغمبرانو د يو شمېر معجزو ويل. ٤- د الله تعالی د سترو نعمتونو د يوې برخې ويل او د منندويانو او ناپسلو – ناشکرانو برخليک، د سليمان علیه السلام او د سبا د قوم د ژوند د حالاتو يوه څنډه. ٥- اندنې، ايمان او ښو کړنو ته بلنه او د بشر په نېکمرغۍ کې ددې لاملونو اغېز، چې په ټول کې د حقپالو ارزونې ته هر اړخيزه کړلار جوړوي.[1782]

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ =))

3_ د معاد د منكرانو يوه نيوكه دا وه، چې د انسان بدن خاورې او پر ځمكه خور ور شي؛ نو څوك يې پېژندى، راټولوى او له سره ژوندى كواى شي او هم څوك ددې ټولو بندګانو په پټه او ښکاره، دننه او د باندې كړنې شمېر او په موقع يې حسابواى شي. آيت وايي: هغه له ټولو پټو چارو باخبر دى او په اسمانو او ځمكه كې يې يوڅيز هم (ان د بڅري هومره) له بې پايه پوهې بهر نه دى. په دې توګه، نه په ځمكه كې د بدن د ذراتو خورېدا، نه يې له نورو ژویو سره ورګډېدل او نه په خوړو د نورو انسانانو په بدن كې ورننوتل يې د بيا راژوندي كېدو لپاره څه ستونزه راولاړوي. كړنې يې هم په نړۍ كې پاتې دي (كه څه بڼه يې اوړي) او له ټولو ښه خبر دى.[1783]

((وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ =))

6_ پوهان دې بلنه حق بولي: ځينو مفسرانو، په دې آيت كې ((الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)) په هغو شمېر كتابيانو تفسير كړى، چې د قرآن حکیم مجيد د حقانيت د اثارو په ليدو، پروړاندې يې غاړه ږدي او پر حقوالي يې منښته كوي. توپير نه لري، چې د كتابيانو پوهان د آيت يو مصداق وي؛ خو ورپورې ځانګړي كولو ته يې څه دليل نشته؛ بلكې ((َيَرَى)) (ويني، پوهېږي)، چې مضارع فعل دى او د ((الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)) د مفهوم پراخوالى، د هر پېر او ځاى ټول پوهان او انديالان رانغاړي. په رواياتو كې دا تعبير پر امير المؤمنين علي (ك) تفسير شوى، چې كټ مټ یې مصداق دى. هر بې تعصبه عالم، چې ددې اسماني كتاب په منځپانګه كې غور وكړي؛ نو هر څه پكې راغلي (پوهاوى، احكام، پندونه، د تاريخ عبرتناكې پېښې، معجزه ډولي علمي ويينې) ددې آيتونو حقانيت ته ګواه مومي. نن د لرو برو پوهانو لخوا د اسلام او قرآن حکیم په باب ډېر كتابونه كښل شوي، چې د اسلام پر ستریا او ددې آيت پر رښتينتوب پكې څرګندې منښتې ليدل كېږي.[1784]

((وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ. أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

10 او 11_ حضرت داؤد علیه السلام ته د الله تعالی سترې لورنې: ډول ډول معجزې چې تردې آیت لاندې به راشي، د حضرت داؤد علیه السلام د فضايلو يوه برخه ده. ډېر ښكلى غږ او پر عدل او قضاوت يې (چې په ص سورت كې اشاره ورته شوې) هم د الهي لورنې يوه برخه ده[1785]. همداراز بله الهي لورنه پرې دا وه، چې الله تعالی د سليمان علیه السلام په څېر پرهېزګار، پوه او عادل زوى وركړى و[1786]. تر ټولو مهم د نبوت او رسالت فضيلت و، چې الله تعالی ورپېرزو كړى و. له هغه سره د غرونو او مارغانو د همغږي كېدو په اړه ويل شوي، كه څه د هستۍ ټولې ذرې د الله تعالی تسبيح او ستاينه كوي؛ خو د داؤد علیه السلام امتياز او ځانګړنه دا وه، چې د تسبيح غږ به يې پورته كړ؛ نو په ژویو كې دننه هر څه به راښكاره كېدل او دنننۍ زمزمې په بهرنۍ نغمې اوړېدې؛ لكه چې د رسول الله (ص) په لاس كې د كاڼو د تسبيح ويلو خبر هم په رواياتو كې راغلى دى. له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو:)) داؤد علیه السلام به بېديا ته وته او چې زبور به يې لوست؛ نو غر، تېږي او مارغه به ورسره همغږي كېدل)). په دې مانيز فضيلت پسې، يو توكيز فضيلت هم ورته ياد شوى، وايي: ((او اوسپنه مو ورته پسته كړه)) د آيت ظاهر خو دا دى، چې په لاس كې یې اوسپنه د الله تعالی په حكم او د معجزې په بڼه پستېده؛ نو څه سخته خو نه ده هغه الله تعالی، چې سرې بټۍ ته یې د اوسپنې د پستولو خاصيت وركړى، همدا خاصيت په بله بڼه د خپل پېغمبر په ګوتو كې كېدي[1787].

((وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ . يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاء مِن مَّحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ =))

12 او 13_ د سليمان علیه السلام حشمت: داچې باد څرنګه د سليمان علیه السلام غونډال (څوكۍ يا فرش) ته حركت وركاوه، موږ ته څرګنده نه ده؛ خو دومره پوهېږو، چې د الله تعالی د واک پروړاندې يو څيز هم ستونزمن او پېچلى نه دى. داچې انسان په خپل ناڅيزه واک بالونونه او په بارونو بار غټې غټې الوتكې الوزوي؛ نو په باد، الله تعالی ته د سليمان د غونډال الوزول څه ستونزمن چار نه دى. د الله تعالی دويمه لورنه پرې، ورته د ويلو مسو بهول ول؛ البته ددې پېښې څرنګوالى راته سم معلوم نه دى. درېيمه الهي لورنه پرې، ورته د پېريانو د يوې سترې ډلې اېلول وو. دلته يو مهم ټكى دادى، چې پېريانو حضرت سليمان علیه السلام ته مجسمه جوړه كړه، چې ښايی تزييني او ښكلاييزه بڼه يې درلوده يا يې تشكيلاتو ته د دبدبې د ورزياتېدا لپاره وه؛ ځكه د خلكو په اذهانو كې د زمري په څېر د ډېرۍ څارويو ونډه دبدبه راولاړوونكې وه؛ البته له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((پر الله تعالی قسم، سليمان علیه السلام چې كومه مجسمه غوښتې وه، د نارينه و او ښځو مجسمه نه؛ بلكې ونه او په څېر يې وه)) ددې روايت له مخې، د ساكښو د مجسو جوړونه، د سليمان علیه السلام په شريعت كې هم حرامه وه[1788].

((فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ =))

14_ د سليمان علیه السلام عبرتناكه مړينه: له دې آيته ګټنه كېږي، چې سليمان علیه السلام له مړينې روسته، يو څه موده پر هماغه حال (پر کونټۍ ډډه وهلى) پاتې و او پېريان یې له مړينې روسته په مودو پر كار ورته بوخت ول. مفسران دا موده تر يوه كاله هم يادوي، چې البته ډېره لرې برېښي؛ ځكه سليمان علیه السلام دربار درلود او قضاوت يې كاوه او هر ورځ يو شمېر كسانو ورسره ليده كاته درلودل او لرې ده، چې د دغسې يو وګړې- شخصيت مړينه يو كال پټه پاتې شي او د چا ورپام نشي. د آيت لحن ښيي، هغه په يو لوړ ځاى كې و، چې پر خپلې کونټۍ يې ډډه وهلې وه او كارګران يې څارل، چې مرګ یې راورسېد؛ نو ددې آر له مخې بايد دا موده هومره لږه وي، چې د دربار مامورين یې په دې موده كې ليدو ته ورغلي نه وي. ښايي سليمان علیه السلام د ځينو ځانګړو ملحوظاتو په پار، چې نه پوهېږو، تر يوې مودې خپل ليده كاته منع كړي ول او څه خوراك څښاك يې هم له ځان سره وړى و. چې كله سليمان له عبادته فارغ شو او ماڼۍ ته راغى، چې مامورين وويني، د مرګ پرښتې يې ساه واخسته او ((وينې)) هم په متناسبه چټكۍ د ده کونټۍ وخوړه او ماته شوه او بې ساه تنه يې پر ځمكه راولوېده او په دغسې دود مړينې يې جوته كړه، چې پېريان د خلكو د انګېرنو پرخلاف له غيبو او څه چې له حسه پټ دي، خبر نه لري.[1789]

((لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ . فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَى أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ. ذَلِكَ جَزَيْنَاهُم بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ . وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ . فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ =))

15 تر 19_ هغه ځلاند تمدن، چې د ناشكرۍ له لامله له منځه ولاړ: داچې ((سبا)) د چا نامه ده، د تاريخپوهانو ترمنځ خبرې اترې دي؛ خو مشهوره دا ده، چې سبا د يمن د عربو د پلار نامه ده او له ګران رسول الله(ص) نه د راغلي روايت له مخې، د سبا په نامه يوه سړي لس زامن درلودل او له هر يوه يې په هغه هېواد کې يو ټبر رامنځته شو. ځينو سبا د يمن هېواد يا يې د يوې برخې نامه بللې. نحل سورت د سليمان علیه السلام او ملاچرګك (هدهد) په داستان كې دقرآن حکیم ظاهر هم ښيي، سبا د يوه ځاى نامه وه؛ البته شونې ده، په پيل كې سبا د يوه سړي نامه وه او بيا يې تول قوم پر همدې نامه نومول شوى وي او ورپسې پر هېواد يې هم ايښوول شوې وي. پېښه داسې ده، دې قوم د خپلې سيمې په مهمو غرونو كې ستر بند جوړ كړ، چې د نېزونو د ورانۍ او د اوبو د بندېدو مخه يې ونيوه او په بند كې زېرمېدې او پكې يې ورخونه جوړ كړي ول، چې اوبه پرې كابو او پراخې ځمكې پرې اوبه كړاى شي؛ البته په آيتونو كې راغلي دوه بڼونه، عادي بڼونه نه ول؛ بلكې د نهر دواړو غاړو ته د بڼونو يوه لړۍ وه، چې له ستر بنده اوبخورېدل او دومره مېوه لرونكې ول، چې په تواريخو كې راغلي، كه چا به د مېوو پرمهال، پر سر ټوكرۍ كېښووله او ترونو لاندې به تېرېده؛ نو مېوې به پكې لوېدې او څه وخت روسته به ټوكرۍ ډكېده. همدغسې ددې بڼونو او د مبارك هېواد؛ يعنې شاماتو (شام، فلسطين او اردن) ترمنځ سره نښتي اباد ښارونه او كلي پراته ول او ددې اباديو واټن دومره لږ و، چې يو بل یې ليداى شو او د همدې توکمیز واټنونو لپاره د بېدیاوو د داړونكيو يا غلو او لارې وهوونكيو له بريده خوندي او په امن كې وو، داسې چې خلكو به بې له څه توښې او خوراك څښاك او سورلۍ، بې ډلې او وسلوالو، په ډاډه زړه خپله لاره وهله؛ خو دا ناشکري خلك، چې ټول ژوند يې په الهي نعمتونو كې رانغاړل شوى و، د نورو تېرو متنعمو قومو په څېر په ښاڅمنۍ – غرور او غفلت كې اخته شول او د ناپسلۍ لار يې خپله كړه او الهي امرونو ته يې شا كړه. له غوښتنو ځنې يې یوه دا وه، چې له خدايه یې وغوښتل سفرونه يې اوږده كړي؛ يعنې ددې كليو ترمنځ واټن او وچ ډاګونه د بره شي او په دې توګه د شتمنو خوښه نه وه، چې د كمو عايداتو ترلاسه كوونكي خلك يې په څېر سفر وكړي، چې هر ځاى ته بې توښې او بې سورلۍ ولاړ شي. ته وا سوكالۍ خپه او زندۍ كړي ول؛ لكه بني اسرائيلو، چې له ((من)) او ((سلوى)) (اوو اسماني خوړو) ستړي شوي ول او له خدايه يې پياز، اوږه او نسك (عدس) وغوښتل. په ځينو تواريخو كې راغلي، چې بېدياني موږكانو له دې كبرجنو پټ په خاورين بند كې سوړې وكړې او له دننه يې كمزورى او سست كړ. ناڅاپه سخت باران وورېد او ستر نېز راغى او بند، چې له دننه سوړې سوړې شوى و او د نېز د دباو زغم يې نه درلود؛ مات شو او زېرمه شوې اوبه دباندې راووتې او سيمه يې يو مخې ويجاړ كړه او په وچ ډاګ يې واړوله او د تكو شنو بڼونو پرځای يوازې د مسواك ترخې ونې، غزونه او د بېرو ونې پاتې شوې، چې الله تعالى كله هم خپل ځواك ننداره كوي؛ نو ستر تمدن په څو موږكانو پوپنا كوي، چې بندګان له خپلو كمزوريو سره آشنا شي او د ځواكمنۍ پرمهال ښاڅمني نشي.[1790]

((وَلَا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ عِندَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ =))

23_ په قيامت كې عمومي پرېشاني: په مخكې آيت كې وويل شول، هغوى چې مشركان يې خپل خدايان بولي، په اسمان او ځمكه كې د بڅري هومره د كوم څيز مالكان نه دي او نه د كو مې غوټې د پرانستو وس لري. دلته پوښتنه راولاړېږي، كه داسې ده؛ نو شفاعت څه دى؟ دا آيت يې ځوابوي. د الله تعالی په درشل كې شته شفيعان، د الله تعالی په حكم دي؛ نو په دې توګه د بوتپالو پلمه ((=دوى مو الله تعالی ته شفاعت كوي[1791])) وركېږي؛ ځكه الله تعالی خو هډو د شفاعت اجازه وركړې نه ده. بيا وايي، د قيامت پر ورځ پر زړونو پرېشانۍ ورخپرېږي او شفاعت كوونكي او شفاعت كېدونكي پكې رانغاړېږي؛ دې ته يې سترګې نيولې وي، چې الله تعالی كومو كسانو ته د چا په باب د شفاعت اجازه وركوي. شافعانو ته شفاعت كېدونكيو سترګې نيولې وي او په هيلمنۍ شفاعت غواړي او شفاعت كوونكي هم د الله تعالی حكم ته سترګې نيولې وي، چې د الله تعالی له لوري د شفاعت وړ كسانو په اړه ورته د شفاعت حكم وشي؛ نو دلته ګناهګاران شفيعانو ته وايي: پالونكي مو څه وويل؟ شفيعان وايي: ((حق (يې ووايه))) حق دا دى، چې هغوى په شفاعت كې رانغاړېږي، چې خپله اړيكه يې بيخي د الله تعالی له درشل سره پرې كړې نه وي؛ نه هغه ګناهګاران، چې ګردې اړيكيزې كړۍ يې شلولې وي او يو مخې د الله تعالی، پېغمبر او دوستانو يې پردي شوي وي.[1792]

((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ =))

24_ ټينګ دليل؛ يو بېسارى دود: د آيت دا برخه [او په حقيقت كې موږ او تاسې يا پر سمه لار يو يا په ښكاره بېلارۍ كې] پخپله يو ټينګ او مزبوت دليل دى؛ چې واقعيت ويني او له خورا انصاف او ادب سره مل دى؛ داسې چې مقابل لورى د ځېل او ښاڅمنۍ له سورلۍ راكوز شي او په اندنه لګيا شي. الله تعالی په دې غونډله خپل پېغمبر ته وايي، كافرانو ته ووايه، چې زموږ او ستاسې ګروهې ښكاره په ټكر كې دي؛ نو شونې نه ده، چې دواړه پر حق وسوو؛ ځكه په ټكر كې څيزونو راټولېداى نشي؛ نو هرومرو يوه ډله، هدايت شوې او بله په بېلارۍ كې پرېوتې. اوس غور وكړئ او په دواړو ډلو كې نښې ووينئ، چې ومومئ كو مې هدايت موندلى او كومه يوه بېلارې ده. دا د مناظرې او ویينې يو غوره دود دى، چې مقابل لورى اندنې او خود جوشۍ ته اړباسي.[1793]

((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ =))

28_ ته نړيوالو ته ورلېږل شوى يې: ((كَافَّةً)) د (كف) له مادې او د لاس د ورغوي پر مانا ده او داچې انسان په خپل لاس څيزونه نيسي يا لرې كوي؛ نو دا ویی كله د راټولولو او كله د منع كولو مانا هم وركوي. مفسرانو په دې آيت كې د دواړو ماناوو احتمال وركړى دى. كه راټولول يې مانا وي، د آيت مفهوم دا دى: د پېغمبر بلنه، يوه نړيواله بلنه ده او ټول خلك رانغاړي. د آيت په تفسير كې، چې ګڼ شمېر روايات راغلي؛ نو همدا تفسير پياوړى كوي. آيت ته دويم تفسير د ((منع كولو)) له مانا اخستل شوى او ددې تفسير له مخې ((كَافَّةً)) د رسول الله صفت او ځانګړنه كېږي او د آيت مطلب دادى، چې الله تعالی، پېغمبر انسانانو ته له كفر او ګناه د يو منع كوونكي په څېر رالېږلى دى. لومړى تفسير ښه سم په نظر رسي.[1794]

((وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُم بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ جَزَاء الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ =))

37_ د ارزښتونو ارزونه: د وګړي او ټولنې په ژوند كې مهمه موضوع، د ارزونې كچې او د هغې ټولنې پر فرهنګ واكمن ارزشي غونډال دى؛ ځكه د وګړي او ټولنې په ژوند كې ټول خوځښتونه له همدې ارزشي غونډاله سرچينه اخلي. په دې موضوع كې د يو قوم او ملت تېروتنه او بې بنسټه او خيالي ارزښتونو ته مخه كول، كافي ده، چې تاريخ يې تباهۍ ته وكاږي او د رښتونو ارزښتونو او كچو پېژندل يې د نېكمرغۍ د ماڼۍ مزبوته بيخ بنا ده. كبرجن دنيا پالي، ارزښت يوازې په شتمنۍ، توکیز ځواك او د وګړيو په شمېر كې بولي او ان د الله تعالی په درشل كې د وګړې كچه په همدې چوكاټ كې انګېري. د همدې دلايلو له مخې، د پېغمبرانو لومړۍ او مهم اصلاحي ګام، ددې دروغجن ارزشي چوكاټ ماتول ول. په خپلو ښوونو يې دا ناسمې او غلطې كچې دړي وړې كړې او پرځای يې الهي اصيل ارزښتونه ځايناستي كړل او په يو هڅوبیز اوښتون يې د وګړې چورلیځ، له شتمنۍ، اولاد او شهرته پر ايمان او صالحو كړنو بدل كړ. ان پوهه او په ستر وګړيو (ان پېغمبران) پورې تړاو كه له ايمان او نېکو كړنو سره مل نه و، په يوازې ځان د انسان پر ارزښت څه نه ورزياتوي؛ نو دا دى، چې قرآن حکیم په خپلې بېساري څرګندنې، پالوونكي ته د ورنژدېدو او د انسان د وجودي ارزښت د لاملونو په برخه كې، پر ټولو انحرافي او خرافي انګېرنو د بطلان او چليپا كرښه راښكوده او اصيلې كچې يې په دوو څيزونو كې رالنډې كړې، چې ټول انسانان یې د تحصيل او لاس ته راوړو وس لري او توکیزې شونتياوې او بې برخېتوب پكې اغېزمن نه دي. كه شتمنۍ او اولاد هم پر دې بهير كې شي، الهي رنګ مومي او د ايمان او صالح عمل رنګ اخلي او الله تعالی ته د ورنژدېدو لاملېږي[1795]. په يو روايت كې لولو، چې يو تن د امام صادق په مخكې يو شتمن په بدو ياد كړ، امام وويل: [چوپ شه؛ كه يو شتمن له خپلوانو سره اړيكه ولري او له خپلو روڼو سره په نېكۍ چلېږي، الله تعالی يې اجر دوه ګرايه كوي؛ لكه چې الله تعالی وايي: ((او شتمنۍ او اولادونه مو داسې څه نه دي، چې موږ ته مو رانژدې كړي؛ خو هغه چې ايمان یې راوړى او ښې چارې يې كړې وي. . .[1796])) ]

((قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ =))

39_ په انفاق، پرېماني راځي نه كمېدل: ((او څه چې (د الله تعالی په لار كې) ولګوئ؛ نو الله تعالی يې بدله دركوي (او ځاى يې ډكوي))) دا يو له مانا ډك تعبير دى؛ ځكه ټولې نفقې (كه توکیزې وي که مانيزې، کوشنۍ وي که سترې) رانغاړي. مهمه داده، چې انسان له خپلو شتو پانګو د الله تعالی په لار كې ولګوي، چې په هر څرنګوالي او څومروالي وي. له رسول الله (ص) نه د روايت په يوې برخې كې لولو: ((هر نېك چار صدقه ده او څه چې سړى ځان او خپلې كورنۍ ته لګوي، صدقه ورته ليكل كېږي او هغه هم صدقه شمېرل كېږي، چې څوك خپل پت پرې ساتي)). دې آيت، انفاق د فنا او وركېدو له كړۍ راايستلى او د پاينې رنګ يې وركړى؛ ځكه الله تعالی يې تضمين كړى، چې په توکیزو او مانيزو نعمتونو يې (چې د انفاق څو ګرايه او كله په زرګونو ګرايه وي) ځاى ډكوي. په دې توګه نفقه وركوونكى په پياوړې روحيه او ګروهه ډګر ته راوځي او پرانستى لاس او ډاډمن زړه به ولري او د نېستۍ احساس به پكې سوړه كړاى نشي؛ بلكې د الله تعالی شكر باسي، چې پر دغسې ګټورې سوداګرۍ يې لاسبرى كړى دى.[1797]

((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ =))

46_ غور او فكر وكړئ: همېش توکیز ښوونځي د رښتنو اديانو له اړخ خطر ننګېري، ټينګار كوي، چې د اديانو بلنه د ولسي پرګنيو د افكارو د غولونې بلنه معرفي کوي؛ البته دا يوه اوږده ويينه ده او په خپل ځاى كې پرېكنده او خوله ماتى ځواب وركړاى شوى دى؛ خو ددې تور پروړاندې، د اوسني آيت په څېر آيتونه، انسانان اندنې ته رابولي؛ بلكې د دين نچوړ او د انسان د بشپړتيا او پرمختګ لامل اندنه بولي. څنګه شونې ده، د اسلام په څېر يو دين، د تخدير او غولونې وزله يا د ناپوهۍ زوكړه وي؛ خو راوړوونكى يې په لوړ غږ ټولو انسانانو ته وايي، چې د ويده افكارو راويښوولو ته راپاڅي، هغه هم په ارام او له غوغا تش په يوه چاپېريال كې؟ اسلام وايي، چې له ځانپالنې، زهرجنو تبليغاتو، توكم، تعصب او ځېل هاخوا د الله تعالی لپاره راپاڅئ او غور وكړئ، چې يوازې همدا مې درته نصيحت دى. ايا د خندا وړ نه ده، چې دغسې يو دين د افكارو پر تخدير تورن كړو، چې دا بلنه یې څو ځل ويلې ده. په تېره داچې وايي. نه يوازې په يوازېتوب او يو په يو؛ بلكې دوه په دوه او د يو بل په ملګرتوب پر اندنې او تفكر بوخت شئ. د پېغمبرانو د بلنې منځپانګه وڅېړئ او دلائل يې واورئ؛ نو چې د عقل له كچو سره همغږې وه، و یې منئ. هېښنده ده، چې ځينې انديالان، له طبيعت هاخوا نړۍ بيخي منكر دي او دين د بشر يو جوړ كړاى شوى څيز ګڼي او ډار، له علمي حقايقو ناخبري او روحي غوټې يې د پايښت لاملونه بولي؛ خو چمتو نه دي، چې له پنځ ورهاخوا نړۍ د شتون په احتمال او بې له مخكېني ورمندونه، د الله تعالی د توحيد په دلايلو او د محمد (ص) په څېر پېغمبر د نبوت په باب غور وكړي. پاموړ خو داچې د قرآن حکیم د ډېرى آيتونو روستۍ برخه، اندنې، تعقل يا تذكر ته اشاره ده. په اسلامي رواياتو كې فكر او اندنه په لومړي درجه اهميت كې ده. له امام رضا په يو روايت كې لولو: ((عبادت په زياتو لمونځونو او روژو نه دى، رښتونى عبادت، د عزوجل الله تعالی په چارو كې اندنه ده)).[1798]

((قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ =))

47_ درنه غوښتې بدله دې همدا ستاسې وي: ددې آيت په باب دوه تفسيره شته: 1_ آيت، په مطلق ډول د هر ډول بدلې د نه غوښتو يوه كنایه ده؛ لكه چې وايو ((چې څه مې درنه غوښتي، هم ستا دې وي)) چې دا يوه كنايه ده، چې څه مې درنه غوښتي نه دي. 2_ داچې وينئ، چې ما په ځينو خبرو كې (چې د الله تعالی له لوري مې راوړي، له تاسې مې اجر غوښتى) ويلي، چې ((زه د خپل رسالت هېڅ بدله درڅخه نه غواړم! خو له خپلوانو سره مې دوستي ولرئ)) ((شورى_23))، دا مو هم پر ګټه ده؛ ځكه زما له خپلوانو سره مينه؛ امامت، مشرتوب، ولايت او د نبوت د ليكې غځېدا ته د ورستنېدا پر مانا ده، چې دا هم ستاسې د ښيون غځېدا ته اړينه ده. ددې خبرې شاهد، دا شأن نزول دى، چې ځينو روايت كړى، چې كله د شورى 23 آيت رانازل شو، رسول الله(ص) د مكې مشركانو ته وويل: خپلوان مې مه خپه كوئ، دا وړانديز يې ومانه؛ خو چې رسول الله يې بوتان وغندل، و یې ويل: محمد راسره په انصاف نه چلي، له يوې خوا رانه غواړي، خپلوان یې و نه ځوروو؛ خو بلخوا زموږ د خدايانو په غندنه، مو ځوروي. دلته دا آيت رانازل شو او و یې ویل، په دې باب، چې رسول الله (ص) څه درنه غوښتي، پر ګټه مو دي؛ اوس مو خوښه، چې يې ځوروئ که نه.[1799]

سورة فاطـر

د فاطر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځومطالبو کې رالنډېږي: ۱- په هستۍ کې د الله تعالی د ستریا نښې او د توحيد دلايل. ٢- د الله تعالى ربوبيت او خالقيت او له خاورې د انسان پنځون- پنځون او د بشپړتيا پړاوونه يې. ٣- معاد او په آخرت کې د کړنو پايلې، په دې نړۍ کې الهي پراخې لورنې او د مستکبرانو په اړه يې نه اوړېدونکى سنت. ٤- د پېغمبرانو مشري او له ځېلي او سرسختو دښمنانو سره يې مبارزه او په دې باب د اسلام د رسول الله(ص) ډاډمنول. ٥- په بېلابېلو برخو کې الهي ورمونه – نصيحتونه، چې تېرې ويينې پرې پوره کېږي.[1800]

((الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ =))

1_ پرښتې په قرآن حکیم مجيد كې: د قرآن حکیم ډېر آيتونه د پرښتو د ځانګړنو او دندو په اړه خبرې كوي. د سورة البقرة 285 آيت، پر پرښتو ايمان، پر الله تعالی، انبياوو او اسماني كتابونو باندې د ايمان په كتار كې راوړى، چې دا ددې موضوع د بنسټيز اهميت يو دليل دى. بېشكه، د پرښتو شتون، له غيبي چارو ځنې دى، چې جوتولو ته یې بې له نقلي دلايلو بل څه نشته او بايد پر غيبو د ايمان درلودو په حكم يې ومنو. قرآن حکیم د پرښتو ځانګړنې دغسې شمېري: 1_ دوی شعوري موجودات او د الله تعالی درنې بندګانې دي[1801]. 2_ د الله تعالی امر ته يې غاړه ايښې او ګناه نه كوي[1802]. 3_ د الله تعالی له لوري مهمې او ډېرې ډولا ډولې دندې پر غاړه لري: يو شمېر يې عرش پورته كوي[1803]، يوه ډله يې چارې تدبيروي[1804]، يوه ډله يې ساګانې اخلي[1805]، يوه ډله يې د انسانانو كړنې څاري[1806]، يوه ډله يې انسانان له خطرونو او پېښو ساتي[1807]، يوه ډله يې د سرغړاندو اقوامو سزا وركولو ته دنده لري[1808]، يوه ډله يې په جګړو كې د مؤمنانو مرستندويانې دي[1809] او يو ډله هم د وحې مبلغانې او پېغمبرانو ته د آسماني کتابونو راوړوونكي دي[1810]. 4_ تل د الله تعالی په تسبيح او لمانځنې بوختې دي[1811]. 5_ خو انسان د تکامل د وړتیا په پار، تر دوی اوچت دی؛ تردې چې پرښتې بې استثنا د آدم د پنځون په پار پر سجده شوې[1812]. 6_ كله د انسان بڼه خپلوي او پر پېغمبرانو او ان ناپېغمبرانو (؛ لكه حضرت مريم) ورښكاره كېږي[1813]. له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې شمېر يې دومره ډېر دى، چې د انسانانو له شمېر سره بيخ نه پرتله كېږي. له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((پر هغه الله تعالی قسم، چې زما ساه یې په واك كې ده، په آسمانونو كې د الله تعالی د پرښتو شمېر د ځمكې د خاورو تر ذرو ډېر دی او په اسمان كې د پښې په هر ځاى كې پرښتې د الله تعالی تسبيح وايي او نمانځي يې)). 8_ خوراك، څښاك او واده نه كوي. 9_ خوب، ناغېړي او غفلت نه لري. 10_ معلوم مقامونه لري. دلته دا پوښتنه راولاړېږي، پرښتې په دې ځانګړنو توکیز ژوي دي که ناکوتیزه؟ بېشكه په دې ځانګړنو توکیز ژوی كېداى نشي؛ خو توپير نه لري، چې له لطيفو موادو پنځول شوي وي؛ هغه مواد، چې راته له پېژندل شویو معمولي موادو اوچت وي[1814]. روستی ټكى، د پرښتو وزرونه دي، چې په دې آيت كې اشاره ورته شوې. څرګنده ده، چې وزرونه يوه وزله ده، چې مارغان پرې الوزي او له ځمكې اسمان ته او له اسمانه ځمكې ته او له يوه ځايه بل ځاى ته ځي. قرآن حکیم دې حقيقت ته اشاره لري، چې پرښتې (د مارغانو په څېر، چې وزرونه لري) يوه وزله لري، چې د الله تعالی په حكم له اسمانه ځمكې ته او له ځمكې اسمان ته خېژي او له يوه ځايه بل ځاى ته ځي، البته ددې وزلې څرنګوالى راته څرګند نه دى[1815].

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ =))

5_ هسې نه شيطان مو تېر باسي او پر الله تعالی مو ښاڅمن – مغرور كړي: شيطان له يوې خوا د خلكو نظر د الله تعالی زغم او بښنې ته او بلخوا هغه نعمتونو ته ور اړوي، چې الله تعالی د ازمېښت او استدراج له مخې ځينو كافرانو او ګناهګارانو ته وركړي دي. بلخوا يې تلقينوي، چې الله تعالی بښاند دى او په مجازاتو كې بېړه نه كوي او بلخوا وايي، دنياپالو ته ووينئ، چې څرنګه د الله تعالی له عذابه خوندي دي او چې څومره ډېر د دنيا په لاس ته راوستو كې هڅه كوي او له خدايه ډېر غافلېږي او په ګناه كې كې غوټې وهي؛ نو ژوند يې ښه او سوكالېږي او په خلكو كې يې عزت هم ډېرېږي. په دې توګه شيطان له خپلو وسوسو پايله اخلي، چې له آره د دنیوي ژوند پرمختګ ته هېڅ درنښت او ارزښت په پام كې و نه نيسئ او ددې توکیز ژوند ورهاخوا هېڅ خبره نشته او دين، چې د قيامت حساب، كتاب، جنت، دوزخ او ژمنو په اړه خبرې كوي، يو موټى کږنې او انګېرنې – خرافات دي او په پايله كې انسان له هغې معاملې غافلوي، چې الله تعالی یې د انسان د غفلت او ظلم په باب ورسره كوي.[1816]

((أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ =))

8_ د بېلاريو د بدمرغۍ كونجي: دا آيت، د ځېلي او بېلارې اقوامو مهمه نښه راښيي او هغه داچې ناوړه كړنې يې له شهواتو او خپلو تورو زړونو سره د همغږۍ له لامله، په نظر كې يې ښكلې دي. ښكاره ده، چې دغسې وګړي نه نصيحت مني او نه نيوكې اورېدو ته چمتو والى لري او نه تابيا لري، چې خپل لار واړوي، نه خپلې كړنې شني او نه يې له پايلو ډارېږي؛ خو څوك بدچاريو ته یې كړنې په نظر كې ښه ور انځوروي؛ الله تعالی، ځاني غوښتنې يا شيطان؟ بېشكه آريز لامل، ځاني غوښتنې او شيطان دي؛ خو داچې الله تعالی په بدو كړنو كې دا اغېز او پايله ايښې؛ نو په الله تعالی پورې يې ورتړلاى شو، چې كله انسانان ګناه كوي، په پيل كې له خپلې كړنې خپه كېږي؛ ځكه فطرت يې پاك، وجدان يې ويښ او عقل يې واقع وينی دى؛ خو كه څو ځل يې وكړي، خپګان يې راټيټېږي او سوكه سوكه د بې توپېرۍ پړاو ته رسي او كه بيا يې څو ځلې كړې بدي يې په نظر كې ښكلې كېږي، تردې چې ګناه خپله وياړنه او ځانګړنه بولي؛ حال دا د بدمرغۍ په لومه كې راښكېل دى[1817]. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې راغلي ((يوه ورځ شيطان له حضرت موسى علیه السلام سره ليده كاته درلودل، د خبرو په ترڅ كې موسى علیه السلام ترې وپوښتل: له هغې ګناه مې خبر كړه، چې كه بنيادم يې وكړي، ورلاسبرېږي، شيطان وويل: د چاچې پخپله خپل ځان خوښ شي او خپلې ښې چارې ډېرې وګڼي او ګناهونه يې په سترګو كې واړه شي (؛ نو هله پرې لاسبرېږم)[1818].))

((مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ =))

10_ سپېڅلې خبره: ((الْكَلِمُ الطَّيِّبُ)) د پاكې خبرې پر مانا ده او د خبرې پاكوالى يې د منځپانګې پاكوالی دى او د منځپانګې پاكي يې د هغو مفاهميو په پار ده، چې په پاكو رڼو عيني واقعياتو تطبيقېږي او د الله تعالی پاك ذات، د حق او عدالت دين يې او هغه نېكچاري، چې دين یې خوروي، تر دوى خو خورا اوچت واقعيت نشته؛ نوځكه يې ((الْكَلِمُ الطَّيِّبُ)) د مبداء، معاد او الهي دين په باب پر سمو ګروهو تفسير كړى دى؛ نو دغسې يوه ګروهه پاكه ده، چې د الله تعالی لوري ته ورخېژي او خپل درلودونكي ته هم الوت وركوي، چې د حق قرب ته ورنژدې شي. داچې ځينو مفسرانو کلمه طيبه (سپېڅلې کلمه) ((لا اله الا الله))، د اهلبيتو ولايت او په څېر يې تفسير كړې، د هغه پراخ مفهوم لپاره یې څرګند مصداق ويلى او هره خبره، چې پاكه او لوړه منځپانګه ولري، پكې رانغاړېږي[1819].

((إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ =))

14_ له آيتونو ناوړګټنه: ځينې د قرآن حکیم ددې وينا له مخې [=كه يې وبلئ (؛ نو) بلنه مو نه اوري او كه يې واوري هم؛ نو ځواب دركولاى نشي] د پېغمبرانو او امامانو له روح سره هر ډول توسل نفې كوي او د توحيد مخالف يې بولي او په دې توګه په توسل او شفاعت غوښتو له رسول الله(ص) او امامانو سره د مسلمانانو اړيكه شلوي؛ خو ددې آيت وړاندې روسته آيتونه د بوتانو په اړه خبرې كوي او د هغو ډبرو او لرګيو خبره ده، چې د الله تعالی شريكان یې بلل او د الله تعالی پروړاندې د يو واک په توګه ورته قايل وه. هر څوك پوهېږي، چې انبيا او اوليا د الله تعالی د لارې د شهيدانو په څېر د برزخي ژوند درلودونكي دي. همدغسې پوهېږو، چې په برزخي ژوند كې، روح پراخ فعاليتونه لري؛ ځكه له توکیز پړاو او دنیوي تړاوونو خوشې او آزاد شوى دى. بلخوا، په پاكو ارواحو توسل، پر دې مانا نه دى، چې دوى ته د الله تعالی پروړاندې پر خپلواكۍ او استقلال قايل شوو؛ بلكې موخه داده، چې د الله تعالی په درشل كې يې له شته پتې مرسته وغواړو او د الله تعالی په درګاه كې، چې كوم درنښت او ستریا لري كومك ترې وغواړو، چې دا عين د پالوونكي توحيد او عبادت دى؛ نوځكه لكه څنګه چې قرآن حکیم، د شافعانو شفاعت د الله تعالی په اجازې پورې مشروط ګڼي، په دوى توسل هم همدغسې دى؛ نوځكه د رسول الله (ص) د اصحابو په حالاتو كې لولو، چې په ستونزو كې د رسول الله(ص) قبر ته ورتلل او توسل يې كاوه او د الله تعالی په درشل كې يې د ده له پاك روحه مرسته غوښته.[1820]

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ =))

15_ هستي مو له تا ده او ته پر خپل ذات ولاړ يې: دا آیت يو مهم او ارزښتناك مطلب ته اشاره لري، چې په هستۍ كې موقعيت مو د هستۍ د پنځوونكي پروړاندې روښانوي. په ګرده هستۍ كې حقيقي مړه خوا او پر خپل ذات ولاړ، ايكي يو دى، چې دا الله دى. ټول انسانان؛ بلكې ټول ژوي، سر تر پښو اړ او نشتمن دي او په هغه خپلواك وجود پورې تړاو لري، چې كه يوه شېبه یې اړيكه ورسره پرې شي، هېڅ او سټ وټ كېږي؛ لكه څنګه چې هغه مړه خوا دى، انسانان مطلق اړ دي او لكه څنګه چې هغه پر خپل ذات قايم دى، مخلوقات ټول پرې ولاړ دي؛ نو په دې حال كې هغه مو عبادت ته څه اړتيا لري؟ دا موږ يو، چې په نمانځنې یې د تكامل لار وهوو او شېبه په شېبه بې پايه مبداء ته یې د نمانځنې په رڼا كې، ورنژدېږو او د ذات او صفاتو له انوارو او رڼاګانو يې برخمنېږو؛ نوځكه ټول هغه ته اړين دي او نه بې له دې؛ له همدې لامله نه ښايي، بې له ده بل ته سركښته كړي او د خپلو اړتياوو پوره كول ترې و غواړي، هغوى هم ټول د ځان په څېر اړين دي. د پېغمبرانو او امامانو نمانځغونډې هم په دې پار دي، چې د هغه استازي دي؛ نه داچې له ځانه استقلال او خپلواكي لري؛ نوځكه خدای، هم غني او شتمن دى او هم حميد او ستايل شوى؛ يعنې په عین مړه خواتوب كې دومره لوراند او لورين دى، چې د هر ډول ستاينې وړ دى او په عين پېرزوينه او بنده نازونې كې، تر ټولو مړه خوا دى. دې واقعيت ته پاملرنه، په مؤمنو انسانانو كې دوه رغنده اغېزې شيندي، هم يې د ښاڅمنۍ، ځانمنۍ او سرغړاندۍ له سورلۍ راكوزوي او اخطار وركوي، چې هېڅ هم نه لري، چې ورباندې ووياړي او څه چې دي، د پالوونكي امانت ورسره دی او هم لار پرې ورښيي، د غير الله درشل ته د اړتيا لاس ورونه غځوي او د غير الله د نمانځنې كړۍ ترغاړې نه كړي. مؤمنان، چې په دې نړۍ ليد، په هستۍ كې هر څه ويني، د هغه د شتون له رڼا يې بولي او وزلو او اسباب ته پاملرنه يې له ((مسبب الاسبابه)) نه غافلوي.[1821]

((وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ. وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ . وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ . وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاء وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاء وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ . إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ= ))

19 تر 23_ د ايمان او كفر اغېزې: قرآن حکیم جغرافيايي، توکمیز او پاړکیز- طبقاتي انسانانو ته، چې انسانان یو له بله بېلوي، پر اهميت قايل نه دى. د قرآن حکیم له نظره، يوازېنۍ پوله، ((د ايمان او كفر)) بريد دى او په دې توګه انساني ټولنه د ((مؤمن او كافر)) پر دوو ډلو ويشل كېږي. قرآن حکیم په ځلونو ايمان په رڼا او كفر په تيارې تشبيه كړى دى. دا تشبيه كفر او ايمان ته د قرآن حکیم خورا ژوندۍ معرفي كونه ده. ايمان، يو ډول درك او باطني ليد، له زړګنۍ ګروهې سره مل يو ډول پوهه، خبري خوځښت او يو ډول باور دى، چې د انسانانو تل ته ورننووځي او د رغنده فعاليتونو سرچينه ګرځي؛ خو كفر، ناپوهي، ناخبري او ناباوري ده، چې پايله یې نه خوځېدل، د مسووليت د احساس نشتون، بدلامي – بېلارېتوب او شيطاني يون دى. په دې هم پوهېږو، چې رڼا په توکیزه نړۍ كې، په انسانانو، څارويو او بوټيو كې د هر ډول ژوند، حركت او ودې سرچينه ده اپوټه، تياره، د چوپتيا؛ خوب او (د تداوم په بڼه كې) د مرګ او د ژوند د پوپنا كېدو لامل دى؛ نوځكه هېښنده نه ده، چې په دې آيتونو كې، ((ايمان او كفر)) په يو ځاى كې په ((رڼا او تياره)) او په بل ځاى كې په ((ژوند او مرګ)) او په بل ځاى كې په ((يخ سيوري او سوځنده باد)) او په بل ځاى كې په ((سترګورتوب او ړوندتوب)) تعبير شوى او دا ټولې ويناوې ددې څلورو تشبيه وو په ترڅ كې ويل شوي، چې له مؤمن سره ملګرتوب او ناسته پاسته كوو؛ نو په ټول وجود كې يې ددې رڼا اغېز ننګېرو: اندنې يې رڼې، خبرې يې ځلانده، كړنې او خويونه يې موږ د ژوند له حقيقت او واقعي ژوند سره اشنا كوي؛ خو د كافر له ټول بدنه تيارې راوځي، ټول جاج او اند يې يوازې توکیز او ژرتېرېدونكيو ګټو ته وي او د خپل فكر څنډ يې د خپل وګړیز ژوند له چاپېرياله هاخوا نه اوړي، په شهواتو كې غوټي وهي او ورسره ناسته پاسته او ملګرتوب، د انسان زړه او روح د تيارو په څپو كې لاهو او ورډوبوي[1822].

((وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ =))

28_ واقعي پوهان: له دې آيته ښه پوهېدل كېږي، چې واقعي پوهان هغوى دي، چې د خپلو اندو پروړاندې ډېره پازوالي ننګیري. په بله وينا، عمل والا دي او نه د تشو خبرو ويانوال؛ ځكه بې عمله علم، د خشيت او ډار پر نشتون دليل دى او په دې آيت كې دغسې عمل والا د عالمانو په ليكه كې نه شمېرل كېږي. دا حقيقتت له امام سجاد نه په يو روايت كې راغلى دى: ((علم او عمل دوه صميمي او خواږه دوستان دي، چې څوك الله تعالی وپېژني، ترې ډارېږي او همدا ډار يې عمل او د الله تعالی د حكم مننې ته اړباسي. د علم خاوندان (پوهان) او لارويان يې، هغوى دي، چې الله تعالی یې ښه پېژندلى دى او يوازې هغه ته عمل كوي او مینه ورسره لري؛ لكه چې الله تعالی ويلي. [إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ]. . .)) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((له پوهانو منظور، هغوى دي، چې كړنې یې له خبرو سره همغږې وي او د چاچې وينا او كړه وړه يې يو له بل سره همغږي نه وي، عالم نه دي.)) په يو بل حديث كې راغلي، چې خورا پوه مو، له خدايه ډارن دى. لنډه خبره داچې پوهان د قرآن حکیم په منطق كې، هغوى نه دي، چې ماغزه يې ددې او هغې د نظرياتو او اندنو صندوقچه او د نړۍ د علمي قوانينو او فورمولونو زېرمتون وي او ژبه يې ددې چارو ويانده وي او د اوسېدو ځاى يې مدرسې، پوهنتونونه او كتابتونونه دي؛ بلكې پوهان هغه نظروال دي، چې د پوهې رڼا يې ټول وجود د الله تعالی په رڼا، ايمان او تقوى بل كړى وي او د خپلو اندو په باب سخته پازوالي ننګیري او تر ټولو پابند وي.[1823]

((ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ =))

32_ د الهي كتاب پاتوړي – وارثان: په دې آيت كې له كتاب مطلب، قرآن حکیم دى او د ارث تعبير په دې پار دى، چې ارث هغه څيز ته ويل كېږي، چې بې راكړې وركړې او بې زحمته ترلاسه كېږي او الله تعالی دا ستر كتاب دغسې د مسلمانانو په واك كې ايښى دى. ددې آيت له مخې، الله تعالی تر خپل پېغمبر روسته، قرآن حکیم ساتنه د امت پر غاړه اچولې؛ خو امت په دې چار كې درې ډلې شول: ځينو ددې كتاب په پاسوالۍ او د احكامو په عملي كولو كې يې لنډون وكړ، چې د ظالمانو نامه يې خپله كړه. ځينو تر ډېره بريده پر خپلو دندو عمل وكړ، كه څه په خپل چار كې يې ښویېدنې هم درلودې؛ نو دوى په منځلارو ياد شول او ځانګړې ډله، چې خپلې دندې یې په ښه توګه ترسره كړې او په دې سيالۍ كې تر ټولو وړاندې شوو، هماغه په نېكيو كې مخكښان دي[1824]. په ډېرو رواياتو كې راغلي، چې دا آيت د حضرت فاطمې په پاكلمنو اولادونو پورې ځانګړى دى او له غوره بندګانو (چې د قرآن حکیم پاتوړي- وارثين دي) او په نېكيو كې تر ټولو مخكښانو مطلب همدوى دي. رسول الله هم د ثقلين په مشهور حديث كې، ټينګار كړى، چې دوى پر قرآن حکیم پوهېږي او هم له قرآن حکیم سره ملګري دي: ((زه په تاسې كې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛ د الله تعالی كتاب او ځوځات او اهل بيت مې، دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي، څو په حوض راته راشي)) په يو روايت كې لولو، چې امام رضا ددې آيت په باب وويل: ((له دې وګړيو منظور، د فاطمې اولاده ده، په نېكيو كې مخكښ امام دى او منځلارى هغه دى، چې له امام سره پېژني او پر ځان ظالم هغه دى، چې امام نه پېژني.[1825]))

((الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ =))

35_ هلته چې نه څه كړاو شته او نه ستوماني: دا آيت جنتيانو ته دوه الهي سترې لورنې (چې د يو بل پوره كوونكې دي) وريادوي: جنت، هم د اوسېدو ځاى دى او داسې نه ده، چې مازې انسان له چاپېريال سره اشنا شو او زړه يې وروتاړه؛ نو د لېږد غږ پرې وكړي او هم داچې ابدي عمرى كېږي او په دغسې موده كې، د طبيعي بهير له مخې، د درد او كړاوو تمه هم كېږي؛ خو هلته بيخي دغسې چارې نشته او ان ((ابدي عمري)) هم د ستومانۍ او ستړيا لاملېږي نه؛ ځكه هره ورځ جنتيانو ته نوى نعمت او د پالوونكي د نعمتونو نوې جلوه ورښوول كېږي.[1826]

((وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَاءكُمُ النَّذِيرُ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ =))

37_ ايا كافي عمر مو دركړى نه و؟: دا آيت په ډاګه دوزخيانو ته وايي: ستاسې خو څه كم نه و؛ ځكه كافي هومره فرصت مو په لاس كې و او ګڼ شمېر ګواښنګري هم درغلل او د ((ويښتيا)) او ((ژغورنې)) دا دوه رکنه مو په واك كې ول؛ نوځكه څه پلمه مو نشته، كه كافي مهلت مو نه درلود؛ نو يو عذر و او كه مهلت مو درلود او مشر او لاربه – لارښود درغلى نه واى، بيا هم يو عذر مو درلود؛ خو ددې دوو په شتون كې؛ نور نو څه عذر او پلمه درپاتېږي؟ د عمر د حد په باب په رواياتو كې ډول ډول تعبيرونه راغلي. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې الله تعالی چا ته شپېته كاله عمر وركړى وي؛ نو عذر یې نشته)). له رسول الله (ص) نه په يو بل حديث كې راغلي: [چې د قيامت ورځ راورسي، غږ كېږي، چې شپېته كلن چېرې دي، دا هماغه عمر دى، چې الله تعالی یې په اړه ويلي دي: ((ولې موږ دومره عمر دركړى نه و، چې كه چا پكې پند اخست؛ نو يې اخستاى شو؟))] له امام صادق نه په يو روايت كې دا كافي عمر يوازې اتلس كاله ټاكل شوى دى. ښايي روستى روايت، لږ تر لږه او مخكې روايت له ډېرو نه ډېرو ته اشاره وي؛ نوځكه دا روايات په ټكر كې نه دي.[1827]

((إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا =))

41_ اسمانونه او ځمكه الله تعالی په خپل زور ساتي: په دې آيت كې، پر اسمانونو او ځمكه د الله تعالی د واكمنۍ خبره ده. نه يوازې الله تعالی، پنځون پيلوي او د هستۍ ساتنه او تدبير يې هم په واک كې دى؛ بلكې ښكارندې هره شېبه نوى پنځون لري او شېبه په شېبه له هغې فياضې مبدا د هستۍ فيض ور رسي. كه يوه شېبه يې له هغې سترې مبداء سره اړيكه پرې شي، د سټ وټ یا فنا او نېستۍ لار خپلوي. پاموړ داچې اسماني كرات بې له دې، چې په كوم ځاى پورې نښتې وي، ميليونه كاله په خپلو مدارونو كې بې له څه كږلېچه په خوځون كې دي؛ لكه چې بېلګه يې په لمريز غونډال كې وينو؛ ځكه ميلياردونه كلونه كېږي، چې د لمر پرشاوخوا او پخپل بهير كې په دقيق غونډال، چې د جاذبې او دافعې قواوو له انډوله راولاړېږي، ګرځي او د پالوونكي حكم ته يې غاړه ايښې. څو ځل د بشر د تاريخ په اوږدو كې، ځينو ستورپوهانو اټكل كړى، شونې ده، پلانۍ لكۍ والا ستورى يا يو بل څه، پر خپله لار د ځمكې له څنګه تېر شي او احتمالاً، چې ورسره ټكر شي. په دې حساسو شرايطو كې، ټولو ته څرګنده ده، چې ددې پېښې پروړاندې د هېچا له لاسه هېڅ كار نه كېږي او بې د پالوونكي له واکه بل واک ددې پېښې مخه نيواى نشي. نو دلته دى، چې ټول مړه خوا الله تعالی ته مخه كوي؛ خو چې احتمالي خطرونه لرې شي، پر انسانانو د هېر سيورى ورخورېږي.[1828]

((اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا =))

۴۳_ الهي قوانين او سنن ونجون- بدلون او اوړېدنه نه مومي: قرآن حکیم په ګڼ شمېر آيتونو كې ويلي، چې الهي كړندودونه ونجون او اوړېدنه نه مومي. بايد وويل شي، چې په تكويني او تشريعي نړۍ كې ثابت قوانين شته، چې قرآن حکیم الهي سنتونه نومولي، چې بيخي بدلون او اوړېدنه پكې نه راځي. دا قوانين؛ لكه څنګه چې پر تېر واكمن ول، پر نن او سبا هم واكمن دي[1829]. او په نړيوالو كې د دوديزو بنسټیزو قوانينو په څېر ونج – بدلون پكې نه راځي. د پېغمبرانو مرسته، د كفارو ماتې، د مرګ او الهي عذاب د راكېوتو پرمهال د توبې بې ګټيتوب او په څېر يې، دا د تلپاتې قوانينو يوه برخه ده[1830] پاموړ داچې په ځينو آيتونو كې د الهي سنتونو د نه بدلېدو[1831] او په ځينو كې د نه تحویلېدو[1832]خبره شوې؛ خو په دې آيت کې دواړه د ټينګار لپاره یو په بل پسې راغلي: نه الهي سنت تبديلي مومي او نه تحويلي. تبديل (او بدلون) دادى، چې يو څيز يو مخې بدل كړې؛ يعنې لرې يې كړي او بل يې ځايناستى كړي؛ خو تحويل دادى، چې هماغه موجود له كمي (څومروالي) او كيفي (څرنګوالي) پلوه واړوي.

په دې توګه الهي سنتونه نه يو مخې بدلېږي او نه لږ و ډېرېږي او نه كمزوري او سختېږي؛ لكه الله تعالی د ورته ګناهونو په باب، له هره پلوه ورته سزاګانې په پام كې نيولې دي؛ نه داچې يوې ډلې ته په سزاګانو قايل شي او بله ډله معاف كړي او نه داچې د يوې ډلې سزا لږه يا كمزورې كړي. دغسې يو قانون، له ثابتې جرړې راولاړ شوى، چې نه تبديلي پكې شته او نه تحويل او اوړېدنه.[1833]

 

 

 

 

سورة يـس

د يـس سورت ټوليزه منځپانګه: ١- د رسول الله(ص) د رسالت او قرآن حکیم مجيد په اړه خبرې شوي دي.

٢- د درېيو الهي پېغمبرانو رسالت، توحيد ته يې د بلنې څرنګوالى او له شرک سره يې د نه ستړي کېدونکيو مبارزو په باب مسايل راغلي دي. ٣- توحيدي په زړه پورې ټکي او په هستۍ کې د پالونکي د ستریا آيتونه ويل شوي دي. ٤- په معاد پورې اړوند موضاعت او ډول ډول دلايل يې، د حشرونشر څرنګوالى، د قيامت پر ورځ پوښتنې او ځوابونه، د نړۍ پاى او جنت او دوزخ ياد شوى دى. په رواياتو کې دې سورت ته د ((قرآن حکیم زړه)) ويل شوى دى[1834].

((لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ. إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ . وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ . وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ =))

7 تر 10_ د پېژند وزلو ناكارېدل: په ظاهر په 7 آيت كې له الهي فرمانه مطلب، د شيطان لارويانو ته د جهنم د عذاب ژمنه ده؛ لكه چې د سجدې سورت په 13 آيت كې لولو: ((خبره او ژمنه مې په رښتيا ده، چې دوزخ به هرومرو له (بې ايمانه ګناهګارو) پېريانو او انسانانو ټولو ډك كړم))؛ البته دا د هغوى په باب دى، چې يو مخې يې له الله سره خپله اړيكه پرې كړې او ځېل يې تر روستي بريده رسولى دى؛ ځكه انسان هله سمېږي او لار ته ورسخېږي، چې يو مخې یې توحيدي فطرت په ناوړو كړنو او خويونو له منځه وړى نه وي؛ كه نه پر زړه يې مطلق تياره خورېږي او د هيلو ټولې دریمڅې پرې بندېږي. له آره انسان له ځانه د بهر نړۍ په باب د معلوماتو لاس ته راوړو لپاره له وزلو كار اخلي، چې پېژندوزلې ورته ويل كېږي. يوه برخه يې؛ لكه عقل، وجدان او فطرت د ذات په دننه كې دي او د انسان ظاهري حواس؛ لكه سترګې او غوږونه يې له ذاته دباندې دي. دا وزلې كه سمې وكارېږي؛ نو ورځ تر بلې پياوړېږي او حقايق ښه او دقيق راښيي؛ خو كه څه موده په کږنیزو او انګېرنیزو- انحرافي بهيرونو كې ولوېږي يا له آره ګټنه ترې ونشي؛ نو سوكه سوكه شړېږي يا يو مخې اوړي او حقايق اپوټه ښيي. دا د انسان ناسم اندونه او كړنې دي، چې د پېژندوزلو نعمت ترې اخلي او دلته انسان پخپله آريز ګرم دى. په همدې دليل، په قرآن حکیم او رواياتو كې ټينګار شوى، كه انسان څه ګناه وكړه، سملاسي دې توبه وكاږي او په توبه كې له ځنډه او پر ګناه له ټينګاره دې ډډه وكړي او کوشنى خنډ دې پر لوى خنډ او بند تر اوړېدو وړاندې لرې كړي او د پرمختګ لار دې پرانستې پرېږدي او د خپلې مخې دوړي دې كېنوي.[1835]

((إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ =))

12_ امام مبين (څرګند لارښود): ډېری مفسرانو، دلته امام مبين پر لوح محفوظ (؛ يعنې هماغه كتاب، چې ددې نړۍ ټولې كړنې، ژوي‏ او پېښې پكې ثبت او خوندي دي) تفسير كړى دى. شونې ده، د امام تعبير له دې پلوه وي، چې دا كتاب په قيامت كې د ثواب او عذاب ټولو مامورينو ته لارښود دى او د انسانانو د كړنو ارزښت سنجولو، ثواب او سزا ته يې يو کچه وي[1836]. په رواياتو كې لولو، چې امير المؤمنين علي (ك) امام مبين دى. له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((پر الله قسم، زه امام مبين يم، حق له باطله جلا كوم او دا مې له پېغمبره په ميراث وړى دى.)) د علي (ك) په باب له رسول الله(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هغه يو امام دى، چې الله تعالى د هرڅيز علم پكې ور ايښى دى))؛ البته دا روايات د آيت له ظاهري مانا سره (چې مخكې وويل شول) په ټكر كې نه دي؛ ځكه دا روايات، باطنو او د آيت د ظاهري مانا ور هاخوا مانا ته اشاره لري او كېداى شي الله هغه بنده ته د څرګند كتاب (كتاب مبين) پوهه ور روزي كړي، چې الله یې ايكي يو ګڼلى وي او د الله نږه بنده وي او داسې يو بنده تر رسول الله (ص) روسته مولا الموحدين علي (ك) دى.[1837]

((وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ =))

13_انطاكيه مېشتي: انطاكيه، د شام يو لرغونى ښار دى، چې د ځينو په وينا، د مسيح له زوكړې درې سوه كاله وړاندې جوړ شوى دى. دا ښار په لرغوني پېر كې، د شتمنۍ، پوهې او سوداګرۍ له پلوه د روم په درېيو سترو ښارونو كې شمېرل كېده. تردې آيتونو لاندې د راغليو رواياتو له ټوله معلو مېږي، چې حضرت عيسى علیه السلام خپل دوه تنه حواريون بوتپالو انطاكيه مېشتو ته ورولېږل. ښار ته ورغلل او خلك يې توحيد ته راوبلل او د خپلې بلنې د حقانيت جوتولو ته يې د رنځورانو د رغېدا په څېر معجزې وروښوولې. د ښار پاچا دواړه ونيول او بنديان يې كړل. په دې وخت كې حضرت عيسى علیه السلام د حواريونو مشر شمعون صفا ورولېږه. ده هم پاچا او خلك توحيد ته راوبلل او معجزې يې وروښوولې. د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، چې ښارمېشتو ايمان رانه وړ او په اسماني كړيكه له منځه ولاړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې پاچا ايمان رانه وړ او له قوم سره يې هوډ وکړ، چې دا درې واړه ووژني. ((حبيب نجار)) له دې خبرې خبر شو. هماغه، چې (20_ 27) آيتونه يې په اړه خبرې كوي. ځان يې د ښار له لرې ځايه ورورساوه او دوى ته يې نصيحت وكړ او د استازيو اطاعت ته يې وبلل؛ البته د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، چې په پاى كې كافر قوم دى هم شهيد كړ. په رواياتو كې د حق د لارې ددې شهيد په باب ارزښتناك ويناوې روايت شوي، چې راښيي د الله پروړاندې يې لوړ مقام او درجه لري. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې لولو: ((درې تنه د امتونو مخكښان دي، چې د سترګو رپ هومره هم پر الله كافر نشول: علي بن ابىطالب، د يس خاوند (حبيب نجار) او د آل فرعون مؤمن، دوى د خپلې زمانې پېغمبران تصديق كړل او علي يې غوره دى)). آيت يې د شهادت په اړه وايي: ((وویل شو: جنت ته ننوځه))؛ ته وا ددې مؤمن شهادت، هماغه او جنت ته يې ننوتل هماغه. ددې دواړو (شهادت او جنت) ترمنځ واټن دومره لږ و، چې قرآن حکیم په خپل لطيف تعبير كې د شهادت يادولو پرځای يې، جنت ته يې ورننوتل ياد كړي دي؛ البته څرګنده ده، چې دلته له جنته مطلب، برزخي جنت دى؛ ځكه له آياتو او رواياتو ګټنه كېږي، چې تلپاتې جنت په قيامت كې د مؤمنانو په برخه كېږي؛ لكه چې كافرانو ته دوزخ دى. د قبر په باب روايت دى، چې ((قبر يا د جنت د بڼونو يو بڼ دى يا د دوزخ له جوغړيو يو جوغړى)) په زړه پورې خو داچې ((حبيب نجار)) تر خپل شهادت روسته هم هيله وكړه، چې كاشكې قوم يې ايمان راوړى واى. له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((دا مؤمن هم پر خپل ژوند د خپل قوم خير غواړي او هم تر مرګ روسته يې د دوى د ښيون هيله درلوده)).[1838]

((سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ =))

36_ چې لا نه یې پېژني: لرې نه ده، چې په دې آيت كې جوړې د نر او ښځې پر ځانګړې مانا وي او قرآن حکیم مجيد په بوټو، انسانانو او نورو ژویو كې، چې خلك یې لا نه پېژني د جوړې شتون ښيي. شونې ده، دا ژوي، بوټي وي، چې پر هغه وخت جوړه توب يې (بې د كجورې له ونې او په څېر يې) ناپېژاندى و؛ خو اوس جوته شوې، چې په بوټو كې جوړه توب يوه ټولیزه ځانګړنه ده. همداراز شونې ده، د سمندرونو د تل څاروي وي، چې پر هغه وخت څوك ترې خبر نه ول او نن يې انسانانو ته يو څنډه را برسېره شوې ده. دا احتمال هم وركړ شوى، چې جوړه توب په اتوم كې مثبتو او منفي ذرو ته اشاره وي. پوهېږو، چې د نړۍ ټول څيزونه له اتومونو جوړ شوى او اتوم د نړۍ د ماڼۍ د خښتې په څېر دى، تر هغې ورځې، چې اتوم چاودل شوى نه و، ددې جوړه توب د شتون څه خبره نه و؛ خو روسته جوته شوه، چې مثبتې او منفي جوړې د اتوم په هسته او مدارونو كې چورلي[1839].

((وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ =))

38_ د لمر لېږدیز خوځون – حركت: دا آيت په ډاګه د لمر خوځون څرګندوي؛ خو داچې ددې خوځون مطالب څه دى، مفسران ورباندې پرېمانه ويينې لري. آيت ته روستى او ډېر نوى تفسير دا دى، چې پوهانو په نوې لاس ته راوړونه كې وويل، چې زموږ د كهكشان په منځ كې لمر د لمريز نظام له غونډال سره په يو ټاكلي لور د لرې ستوري په پلو (چې ويګا يې نومولى) په حركت كې دى. د څېړنو له مخې، دوراني حركت، د لمر كهكشان د يو میليون او يو لك او دېرش زره كليومتره په شاوخوا كې په يو ساعت كې په فضاء كې ګرځوي؛ خو د كهكشان په دننه كې هم لمر ثابت نه دى؛ بلكې سرعت يې په ساعت كې نژدې دوه اويا زره او څلور سوه كيلومتره د فلكې بڼې ((الجاثي على ركبتيه)) پر لور حركت كوي. دا فلكي بڼه د ستورو يوه ټولګه ده او لكه پر ګونډو ناست يو تن، چې پاڅېدو ته چمتو دى او نامه يې هم له همدې مانا اخستل شوې ده. داچې موږ په فضاء كې د لمر له چټك حركته ناخبره يو، دليل يې د فلكي کتلو لرېوالى دى. د لمر په استوا كې د وضعي حركت پېر يې، نژدې پينځه ويشت شپه و ورځ – شواروزه اخلي؛ يعنې لمر په (25) شپه و ورځ كې يو ځل پر خپل ځان راچورلي. پوهانو دا موضوع د لمر د سطحې در ټوله څېړنې معلومه كړې ده؛ ځكه ليدلي يې دي، چې دا رټې بې ځايه كېږي او تر (25) ورځو روسته پوره خپل ځاى ته راستنېږي[1840]. دې آيت ته نور تفسيرونه هم شوي دي.[1841]

((وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ =))

39_ د سپوږمۍ پړاوونه: له پړاوونو مطلب، هماغه اته ويشت ګوني پړاوونه دي، چې سپوږمۍ یې له مطلقې تيارې وړاندې وهي؛ ځكه سپوږمۍ، چې پوره دېرش ورځې وي، په اسمان كې تر اته ويشتمې شپې ليدل كېږي؛ خو د اته ويشتم پر شپه ډېره نرۍ ژېړ رنګې، تته او لږه روښانه وي او په دوو نورو شپو كې د ليدو نه وي، چې محاق ورته وايي؛ البته هغه مياشتې، چې نهه ويشت ورځې وي، معمولاً سپوږمۍ تر اوه ويشتمې شپې ليدل كېږي او دوه پاتې شپې محاق دى. دا پړاوونه پوره دقيق او شمېرل شوي؛ داسې چې ستورپوهان د خپلو دقيقو شمېرنو له مخې، له سل ګونو كلونو مخكې وړاندوينه كړاى شي. دا هېښنده غونډال د انسانانو ژوند ته پېینه – نظم وربښي او یو طبيعي اسماني مهال ويش دى، چې لوستي او نالوستي يې لوستاى شي او كه انسان په بېلابېلو شپو كې دقت او ځيرنه وكړي؛ نو په ليدو يې (دقيقاً يا تقريباً) پوهېږي، چې دا كومه شپه او د كو مې مياشتې ده. د مياشتې په پيل كې، د سپوږمۍ څنډې پورته دي او سوكه سوكه يې حجم ورزياتېږي تر او مې، چې د سپوږمۍ پوره كړۍ ښكاره كېږي او بيا پرې تر څوارلسمې ورزياتېږي، چې ټيكلى يې پوره شي. تردې روسته د سپوږمۍ له كوزې برخې تر يو ويشتمې كمېږي، چې بيا نيمه كړۍ كېږي. همدغسې ترې تر اته ويشتمې شپې كمېږي، چې د كمزورې او كمرنګې هلال په بڼه شي، چې څنډې يې كښته خوا ته دي.[1842]

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ =))

45_ مخې او شاته: مفسرانو په دې اړه ډول ډول خبرې كړې دي. په دې منځو حال كې په نظر رسي، چې له مخې مطلب، دنیوي مجازات دي، چې بېلګه یې په تېرو آيتونو كې وويل شوه او له شاته مراد، د آخرت سزا ده، چې تر شا يې لري. د شاته تعبير په دې پار دى، چې تر اوسه راغلى نه دى او ته وا د انسان شاته حركت كوي او په پاى كې يوه ورځ ورسي او له غاړې به يې راونيسي او له دې سزاګانو له ډډې كولو مطلب دادى، چې بنیادم هغه لاملونه رادبره نکړي او داسې چار ونكړي، چې ددې سزاګانو وړ شي.[1843] ددې آيت په تفسير كې له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((مانا يې دا ده، چې په مخ كې له پرتو ګناهونو او تر شا سزاګانو ډډه وكړئ)).[1844]

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ =))

47_ له انفاقه د تېښتې پلمه: دې آيت، چې د كافرانو له خولې كومه خبره راوړې، هماغه سرسري خبره ده، چې په هر پېر او وخت كې د ښاڅمنو – مغرورو او کنجوسو وګړيو له خوا اوڅارېږي؛ داچې كه پلانى نشتمن دى، هرومرو يې داسې چار كړى، چې الله غواړي نشتمن پاتې شي او كه موږ شتمن شوي يو، هرومرو داسې چار مو كړى، چې الله په خپلې لورنې كې رانغاړلي يو؛ نوځكه، نه د هغوى نېستي او نه زموږ شتمني يوه هم بې حكمته نه ده. ددې خبرې وياند، له دې ناخبره دى، چې دا دنيا، د ازمېښت ډګر دى او خدا يو په تنګلاسۍ ازمېي او بل په غنا او شتمنۍ او كله يو انسان په دوو وختونو كې په دواړو د ازمېښت په بټۍ كې ږدي، چې ايا په نېستۍ كې امانت، لوړې طبع او شكر ايستنې ته پابند پاتېږي که يې لتاړي او همداراز د شتمنۍ پرمهال، چې څه لري، د الله په لار كې يې نفقه كوي كه نه. په حقيقت كې د تكوين غونډال غوښتنه ده، چې الله ځمكه له ټولو نعمتونو سره د بشر په اختيار كې كړي او دوى د تكامل د بهير د وهلو لپاره په خپلو كړنو كې ازاد پرېږدي او په عين حال كې، داسې غريزې يې پكې ورايښي، چې انسان ځان پلو ته راكاږي. د تشريع غونډال هم دغسې غوښتنه ده، چې په سرښندنې، تېرېدنې او انفاق د غرايزو كابو كولو، د نفس پاكوالي او د انسانانو روزنې ته قوانين راباسي او انسان، چې ((خليفة الله)) مقام ته د رسېدو لپاره استعداد لري، له دې لارې دې لوړ مقام ته ورسي: په زكات ځان پاك كړي، په انفاق له زړه کنجوسي وڅنډي او پاړکيز واټن پرې لرې كړي، چې په بشري ژوندانه كې زرګونه فسادونه ترې راولاړېږي. دا كټ مټ ددې خبرې په څېر ده، چې ځينې ووايي، څه اړتيا ده، چې زده كړې وكړو يا يې بل ته وروښيو. كه الله غوښتل موږ ټولو ته يې علم او پوهه راكوله، چې هېڅوك يې زده كړې ته اړتيا ونه لري، ايا كوم عقلمن دا منطق مني؟[1845]

((مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ. فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ. قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ . إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ =))

49 تر 53_ د قيامت كړيكې: په 49 آيت كې له كړيكې مراد، د شپیلۍ لومړى پوكى دى. دا پوكى هماغه ستره اسماني كړيكه ده، چې ټول په يوه لنډه شېبه كې، پر هماغه ځاى او پر كوم حالت، چې دي، ساه ترې اخلي او لانجمن توکیز ژوند يې پاى ته رسوي. له رسول الله (ص) روايت شوى: ((دوو تنو خپل ټغرونه خواره كړي او تر راټولولو وړاندې يې قيامت جوړېږي او يو تن مړۍ ډوډۍ خولې ته نيولې؛ خو په خوله كې له ور ايښوولو وړاندې قيامت جوړېږي او يو څوك خپل لوښى ډكوي، چې څاروي خړوب كړي؛ خو خړوب كړي يې نه وي، چې قيامت جوړېږي.)) 51 آيت د شپیلۍ دويم پوكي ته اشاره لري، چې مړي پرې راژوندي كېږي. د الله په حكم خاورې او وراسته هډوكي د ژوند جامې اغوندي او له قبرونو راپاڅي او حساب او محاكمې ته په هغه هېښنده محکمه كې حاضرېږي؛ لكه څنګه چې ټول په يوه كړيكه مړه شول، په شپیلۍ كې په يوه پوكي راژوندي كېږي. نوځكه د مړيو راژوندي كولو او د پالوونكي د عدل په محکمه كې سوبتیا- حضور ته ډېر وخت پکار نه دى؛ لكه څنګه چې د انسانانو مرګ ته اوږد وخت پکار نه و، لومړۍ كړيكه، د مرګ چغه وه او دويمه كړيكه د ژوند او د پالوونكي د عدل په محکمه كې سوبتیا ده[1846].

((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ =))

58_ د جنتيانو ستر نعمت: جنتيان په مازې، چې جنت ته ننوځي، د الله له سلام او درود سره مخېږي. علي بن ابراهيم د آيت په تفسير كې ويلي دي: ((دا سلام د امان په مانا دى.)) پر رښتونو مؤمنانو د پالوونكي له لوري ځانګړى امان او امنيت رانازلېږي، چې په رڼا كې به يې همېش پراته وي. دا سلام، ښه راغلاست دى، چې د جنت پنځوونكى پالوونكى يې پر خپل صالح بنده وايي او بندګان به په ((دار السلام)) كې ورسره وي[1847]. له رسول الله(ص) نه په يوه روايت كې راغلي: ((جنتيان په جنتي نعمتونو كې ډوب وي؛ نو پر سر يې يوه رڼا راښكاره كېږي؛ د الله د لورنې رڼا پرې وړانګې اچوي. بيا دا غږ راپورته كېږي: جنتيانو سلام درباندې! دا هماغه دي، چې په قرآن حکیم كې راغلي: ((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ))؛ نو دلته يې د الله د لورنې نظر دومره جذبوي، چې بې له ده له هرڅه غافلېږي او ټول جنتي نعمتونه هېروي او پرښتې له هر وره پرې راننوځي او وايي: درود درباندې[1848])).

((أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ. وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ =))

60 او 61_ د څښتن نمانځنې ژمنه: له شيطان نمانځنې مراد، د شيطان د وسوسو او سپارښتنو منل دي؛ ځكه هېڅوك بې له ((الله)) يا هغه چې الله یې د اطاعت حكم كړى دى د اطاعتېدنې وړتيا او لياقت نه لري. له امام باقر نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك د یو وياند خبرې ته غوږ كېدي، دا يې نمانځلى، كه وياند د الله له لوري خبرې وكړي؛ نو اورېدونكي، الله نمانځلى دى او كه وياند د ابليس له لوري وي؛ نو اورېدونكي، ابليس نمانځلى دى)) او همداراز يې وويل: چې څوك د پالوونكي په سرغړونه كې د يو چا ومني؛ نو نمانځلى یې دى. الله، چې له بنيادمو كومه ژمنه اخستې، مطلب يې هغه سپارښتنه ده، چې د پېغمبرانو له خولې يې ورته كړې، چې د ابليس به نه منئ؛ لكه چې دا خبره یې كړې ده: ((بينادمه! شيطان مو و نه غولوي؛ هماغسې چې ستا پلار و مور يې له جنته راوایستل[1849]. . .)) او دا سپارښتنه يې: ((او شيطان مو د الله له لارې منع نه كړي، چې ستاسې ښكاره دښمن دى[1850])). الله د شيطان د نه لاروي كولو علت وايي: ((هغه مو ښكاره دښمن دى.)) په قرآن حکیم او رواياتو كې ددې دښمنۍ په اړه ډېرې خبرې شوي دي. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: [ نو د الله بندګانو، د الله له دښمنه وډار شئ، هسې نه شيطان مو پر خپل رنځ (ښاڅمنۍ – تكبر) اخته كړي او په خپلې بلنې مو له خپل ځايه راپاڅوي او خپل سواره او پلي درنه راچاپېر كړي. پر ځان مې قسم، په ليندۍ كې يې د ګواښ غشي ايښي او ليندۍ يې ښه كش كړې او له نژدې مو په غشيو ولي؛ ځكه يې ويلي: ((پالوونكيه! داچې زه دې بېلارې كړم، زه پر ځمكه (توکیز نعمتونه) ښكلي ور انځوروم او ټول بېلارې كوم؛ خو بې له نږه بندګانو دې))[1851]].

((وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ =))

68_ د زړښت پېر يا په پنځون كې بل مخ اوړېدل او اپوټه كېدل: په دې آيت كې له بل مخ اوړېدو مطلب، د کوشنيتوب حالت ته د انسان پوره ورستنېدنه ده. په رښتيا ډېرې دردناكې ورځې رارسي، چې سخت خپګان یي په زحمت انځورولاى شو. قرآن حکیم مجيد د حج سورت په (5) آيت كې وايي: ((او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند خورا ناوړه پړاو او زړښت ته رسي، داسې چې له پوهې روسته پر څه نه پوهېږي)) په ځينو رواياتو كې اويا كلنو او په ځينو كې نوي كلونو ته پر ځمكه د الله بنديان ويل شوي دي. په هر حال، د ((أَفَلَا يَعْقِلُونَ)) غونډله انسانانو ته ګواښنه كوي، وايي: که دا شته ځواك رعایتي او امانتي درسره نه واى، په دې اسانۍ در څخه نه اخستل كېده. پوه شئ، چې د بل چا د ځواک لاس درباندې دى. همدغسې د ځوانۍ او نشاط د پېر پر قدر پوه شئ، چې د بېوسۍ او زړښت پرمهال، څه كار مو له وسې پوره نه دى. د رسول الله (ص) په يو روايت كې لولو: ((پينځه څيزونه مخكې له پينځو څيزونو غنيمت وګڼه: تر زړښت وړاندې ځواني، تر رنځ وړاندې روغتيا، تر نېستۍ وړاندې مړه خواتوب، تر كړاو وړاندې سوكالي او تر مرګ مخكې ژوند[1852])).

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ= ))

78_ وراسته هډوكي: له امام صادق نه روايت شوى ((اُبى بن خلف، رسول الله(ص) ته ورغى، له دېواله يې يو روست هډوكى راويست او ميده يې كړ او و یې ويل: موږ چې وراسته او خواره واره هډوكي شوو؛ نو بل ځل به راژوندي كړاى شو؟ بيا الله دا آيتونه رانازل كړي: [قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ[1853]])) د آيت له څېړنې ګټنه كېږي، چې ددې خبرې د ويونكي له نظره، د معاد ستونزه په دوو څيزونو كې ده: 1_ د وراسته هډوكيو بياژواكي محال دي. 2_ د انسان د بدن اجزاوې، چې د نورو ژویو له اجزاوو سره ګډې وډې شوې وي؛ نو پېژندنه يې ناشونې ده. قرآن حکیم د لومړۍ نيوكې په ځواب كې، د انسان ړومبى پنځون اوڅاروي، چې ووايي د مړيو راژوندي كول، د دوى د لومړي پنځون په څېر شونې دي او لرې ګڼل يې بې ځايه دي. په دويمه نيوكه كې د الله پراخ علم ته په ((عليم)) ځانګړنه اشاره كوي[1854].

80_ د انرژيو قيامت: په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو پر بل وسولول شي؛ نو بلېږي. پخوا به خلكو د عفار پر شنه لښته د مرخ شنه لښته موښوده او د الله په حكم يې اور كاوه او په دې توګه به خلكو اور بلاوه؛ نو د مړي راژوندي كول د لامده لرګي تر بلولو هېښنده نه دي؛ سره له دې، چې اوبه او اور دوه متضاد څيزونه دي؛ خو ددې تفسير ترڅنګ ښه دقيق تفسير هم شته او هغه داچې د بوټيو يو مهم كار، له هوا د كاربن ډای اکسایډ اخستل او د نباتي سلولوز جوړول دي. دا د بوټيو د ژوندينكو سلولوز، له هوا كاربونيك ګاز اخلي او تجزيه كوي يې، بيا نو اكسيجن ازادوي او كاربن ډای اکسایډ ساتي او بيا يې له اوبو سره يوځاى كوي او د ونو لرګی ترې جوړوي؛ خو مهم ټكى دا دى، چې د طبيعي علومو د ګواهۍ او لیېنې له مخې اجسام، چې هر كيمياوي جوړښت مومي، يا بايد اصلي انرژي واخلي يا يې ازاده كړي؛ نوځكه چې كله ونې په كاربن اخستو بوختې وي، ددې قانون له مخې، د يوې انرژي شتون ته اړتيا لري، چې دا تودوخه او د لمر رڼا ده. په دې توګه، د ونو د لرګيو د جوړښت پرمهال، د لمر انرژي يوه برخه پكې زېرمه كېږي او چې كله لرګي سوځوو، دا زېرمه شوې انرژي ازادېږي؛ ځكه بل ځل كاربن د هوا له اكسيجن سره يوځاى كېږي او د كاربن ګاز جوړوي او اكسيجن او هايدروجن (اوبه) ازادېږي؛ نوځكه پر ځمكه د ټولو انرژيو سرچينه د لمر انرژي ده. همداراز دلته د انرژيو قيامت ته رسو او وينو، په دې فضاء كې، چې كومه رڼا او تودوخه خورېږي او د ونو پاڼې او لرګي يې پالي، هېڅكله له منځه تللي نه دي او نه ځي؛ بلكې بڼه يې اوړي او د انسانانو له سترګو پټ په لرګيو، ښاخونو او د ونو په پاڼو كې پټېږي او چې كله يو ټوټه لرګى بلېږي، قيامت يې پيلېږي او څومره د لمر انرژي، چې پكې پټه وه، ددې حشر او نشور په شېبه كې راښكاره كېږي، بې له دې، چې په يوه لنډ وخت كې د بلې شمعې د رڼا هومره يوڅيز ترې كم شوى وي.[1855]

((إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ =))

82_ د الله اراده = د څيزونو شتون: ښكاره ده، چې په دې آيت كې الهي فرمان د لفظي امر پر مانا نه دى؛ همدغسې د ((كُنْ)) (شه) ویی داسې ویی نه ده، چې الله یې په لفظ ووايي؛ ځكه ((الله)) نه كوم لفظ لري او نه الفاظو ته اړين دى؛ بلكې منظور د يو څيز رامنځ ته كولو ته يې اراده ده او د ((كُنْ)) تعبير په دې پار دى، چې له دې تعبيره ډېر لنډ او پراخ نه انګېرل كېږي. هو! د يو څيز شتوالي ته يې اراده، هماغه او شتون يې هماغه دى. حضرت علي ويلي دي: [چې د هرڅه اراده وكړي وايي: ((شه))؛ نو (بس) شي؛ نه په داسې غږ، چې غوږونه یې واوري او نه داسې چغه، چې واورېدل شي؛ بلكې د پاک الله خبره، هماغه چار دى، چې رامنځته كول كوي[1856]].

 

سورة الصافات

د صافات سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت تر هر څه ډېر پر مبدا او معاد ډډه لګولې او مشرکان يې د پرېکنده تعبيرونو په ترڅ کې په لنډو او ځپنده آيتونو سخت غندلي او پر څرګندو دلايلو يې د ګروهو بطلان را برسېروي.[1857]

((وَالصَّافَّاتِ صَفًّا. فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا. فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا =))

1 تر 3_ دندې ته چمتو پرښتې: داچې دا آيتونه كو مې ډلې يا ډلو ته اشاره لري، په اړه يې ډول ډول خبرې شوي. مرحوم علامه طباطبايي ددې خبرو تر راوړو روسته وايي: احتمال لري (او الله پوهېږي)، چې مراد د وحې د رانازلېدو د پرښتو درې ډلې وي او ددې كار لار يې د شيطانانو له لاسوهنې خوندي كوله او هغه يې پېغمبرانو په تېره د اسلام رسول الله(ص) ته وررسوله. دا مانا د جن سورت له 26 تر 28 آيتونو هم ګټنه كېږي: (((هغه) په پټو [خوالو] پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه مسلطوي؛ خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛ نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې څارونکي ورته ګومارلي، چې معلوم كړي، په رښتيا يې د خپل پالونكي پېغامونه رسولي او څه چې له دوى (استازيو) سره دي، [الله ] پرې راچاپېر دى او هر څيز يې په شمېر شمېرلى دى.)) ددې احتمال له مخې، د آيتونو مانا داسې كېږي: پر هغو پرښتو قسم، چې د وحې د لارې پر سر ليكه شوي او بيا پر هغو پرښتو، چې شياطين په الهي وحې كې له لاسوهنې منع كوي او مخه يې نيسي او ورپسې پر هغو پرښتو، چې پر پېغمبر وحې وايي. ددې احتمال تائیدونکی یا مؤيد دادى، چې تردې آيتونو روسته په شهاب د شيطانانو د شړلو اړوند آيتونه راغلي دي.[1858]

((إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ . وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِدٍ . لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ . دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ . إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ =))

6 تر 10_ د شياطينو له نفوذه د اسمانونو پاسوالي: داچې مفسران، په اسمانونو كې د شياطينو پټه غوږ ايښوونه انځور كړي او هم انځور كړي، چې څرنګه په دې وخت كې په غشي ايشتل كېږي؛ نو د آيتونو د ظواهرو او رواياتو له مخې يې مخونې وركړي، چې ټول پردې بنسټ ولاړې دي، چې اسمان پر ځمكې را چاپېره افلاكي ټولګه ده، چې د پرښتو ټولي پكې وسي، چې دا افلاك دېوالونه او ورونه لري، چې بې له اسماني څيزونو هېڅ څيز ورننوتلاى نشي. همداراز په لومړي اسمان كې، د پرښتو يو ټولى دى، چې غشي په لاس، شياطينو ته په څارځي كې ناستې دي، شیطان، چې هر مهال ورنژدې شي او د اسمان غيبي خبرو ته پټ غوږ كېدي، په غشيو يې ولي او لرې كوي يې او ذهن ته په پيل كې دا ماناوې د آيتونو له ظواهرو او رواياتو ورسي؛ خو نن ورځ ددې خبرو بطلان او چې د غشيو بطلان ته یې كوم دلايل ياد كړي، په ډاګه شوي دي. له ناچارۍ بايد بله مخونه وركړو، چې له اوسني علم او هغو مشاهداتو سره مخالف نه وي، چې بشر یې له اسماني وضع لري. زموږ احتمال دادى، چې د الله څرګندونې، د مثال او بېلګې لپاره دي، چې له حسه هاخوا حقايقو د انځورنې لپاره راوړل شوي دي، چې څه له حسه هاخوا وي، په افهامو كې د محسوساتو په بڼه شي؛ لكه چې الله وايي: [دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يواځې پوهان پرې پوهېږي.[1859]] او د الله په خبرو كې دا ډول بېلګې ډېرې دي؛ لكه عرش، كرسي، لوح، قلم او. . . . نوځكه له هغه اسمانه مراد، چې پرښتې پكې وسي، ملكوتي نړۍ ده، چې تردې ليدلې نړۍ خورا لوړ مقامې ده؛ لكه څنګه چې د مادي نړۍ اسمان او فضايي کتلې، زموږ تر ځمكې ډېر لرې دي او اسمانونو ته د شياطينو ورنژدېدل او په پټه غوږ نيونه او د غشيو په مټ راشړل يې، د خلقت له خوالو او ګاندې- راتلونكيو پېښو د معلوماتو لپاره د پرښتو نړۍ ته ورنژدېدل او پرښتې يې هم په ملكوتي رڼا شړي. يا مراد دادى، چې شياطين خپل ځانونه حق ته ورنژدې كوي، چې له باطل سره یې ورګډ كړي؛ خو پرښتې يې په هغه حق شړي، چې اباطيل یې باطلوي. داچې الله تعالى د شياطينو د پټ غوږ ايښوونې داستان او په غشيو ايشتل كېدل يې، د وحې او د شيطانانو له لاسوهنې پاسوالو پرښتو تر قسم روسته ياد كړي، تر يوه بريده مو وينا تاييدوي او الله ښه پوهېږي[1860].

((إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ =))

40_ د نږه بندګانو بدله: د قرآن حکیم په آيتونو كې ځيرنه ښيي، مخلص ډېر د قرآن حکیم په هغو ځايونو كې كارول كېږي، چې انسان د ځان جوړونې په پړاو كې دى او تر اوسه لازمې بشپړتيا ته رسېدلى نه دى؛ خو مخلص هغه پړاو ته ويل كېږي، چې انسان له نفس سره تر جهاد څه موده روسته او د معرفت او ايمان په پړاوونو وهلو پسې، داسې مقام ته رسي، چې د شياطينو د وسوسو له اغېزې خوندېينه مومي؛ لكه چې قرآن حکیم د ابليس له خولې وايي: ((پر عزت دې قسم، هغوى ټول به بېلارې كړم؛ خو په هغوى كې بې ستا له مخلصو بندګانو[1861].)) دا غونډله، چې څو ځل په قرآن حکیم كې راغلې، د مخلصينو د مقام ستریا څرګندوي. دا د هغوى مقام دى، چې په ((اكبر جهاد)) كې بريالي كېږي او د پالوونكي د لورنې لاس يې له وجوده ټولې ناخالصۍ راواڼي او د پېښو په بټۍ كې دومره ويلي كېږي، چې بې له نږه سرو څه پكې نه پاتېږي (؛ نو) دغسې ده، چې بدله یې د كړنو په كچه نه؛ بلكې د درښتن – فضل او د څښتن د لورنې په كچه وركول كېږي. په دې باب د مرحوم علامه طباطبايي د خبرو نچوړ دادى: الله په دې آيت كې وايي، چې ټول خلك د خپلو كړنو بدله اخلي؛ خو بې د الله مخلص بندګان؛ ځكه دوى د عبوديت د مقام په حكم، ځان د هېڅ څيز مالك نه بولي، يوازې هغه څه غواړي، الله یې غواړي او يوازې هغه څه كوي، چې هغه یې كول غواړي. د نږه توب له وجهې، الله ځان ته غوره كړي او بې د ده له پاك ذات سره څه تړاو نه لري؛ نه د دنيا ځلبلي او نه د آخرت نعمتونه. په زړه كې يې يوازې ((الله)) دى. څرګنده ده، چې څوك دغسې ځانګړنې ولري؛ نو خوند، نعمت او روزي يې د نورو په څېر نه وي؛ بلكه په ورپسې آيت كې وايي: ((ورته ټاكلې او ځانګړې روزي ده)) سمه ده، چې د نورو جنتيانو په څېر جنت مېشتي دي؛ خو برخمني يې د نورو له برخمنۍ سره ورته والى نه لري. دوى د الله د پاك ذات له جلوې او له باطني خوندونو يې ګټه پورته كوي او د زړه له مورګو يې شوق را څڅي او په عشق او وصال كې يې ورډوب دى[1862].

((كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ =))

49_ جنتي مېرمنو ته ښكلې تشبيه: ((بَيْضٌ)) د ((بيضة)) جمع او (د هر ډول مارغه) د هګۍ پر مانا دى او ((مَّكْنُونٌ)) د ((كن)) له مادې (د جن پر وزن) د پټ او رانغښتل شوي پر مانا دى. هله د قرآن حکیم دا تشبيه سمه څرګندېږي، چې انسان په هغو شېبو كې، چې هګۍ له مارغه جلا كېږي او چا لا لاس ور وړى نه وي او د مارغه د سينې او وزرونو لاندې پرته وي او له نژدې يې وويني؛ نو په دې حال كې، پكې روڼوالی او هېښنده پاكوالى او سوتره توب ليدل كېږې. ځينو مفسرانو، مكنون تر پوټكي لاندې د هګۍ د منځپانګې پر مانا نيولى او هغه موقع ته اشاره ده، چې هګۍ پخوي او له پوټكي يې بېلوي، چې په دې حالت كې پر سپينوالي او جلا سربېره، ځانګړی لطافت او پوستوالی لري. په هر حال د حقايقو په ويلو كې د قرآن حکیم تعبيرات دومره ژور او له منځپانګې ډك دي، چې په يو لنډ تعبير، په ځانګړي لطافت ډېر مطالب څرګندولاى شي[1863].

((فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاء الْجَحِيمِ . قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدتَّ لَتُرْدِينِ . وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ =))

55 تر 57_ له دوزخيانو سره د جنتيانو اړيكه: له دې آيتونو معلو مېږي، چې كله د جنتيانو او دوزخيانو ترمنځ يو ډول اړيكه نيول كېږي، ته وا جنتيان له پاسه دوزخيانو ته ويني او حالات يې څاري؛ البته دا پردې دليل نه دى، چې د جنت او دوزخ واټن لږ دى؛ بلكې په هغو شرايطو كې د سرباندې ليدو وس وركول كېږي، چې پروړاندې د واټن او ځاى مساله اوڅار نه ده. د ځينو مفسرانو په خبرو كې راغلي، چې په جنت كې يوه دريمڅه شته، چې جهنم ترې ليداى شو. د اعراف سورت له آيتونو هم دا اړيكه ښه څرګندېږي، تردې چې وايي: [ او جنتيان به دوزخيانو ته غږ كړي چې: ((زموږ پالونكي چې د څه ژمنه راسره كړې وه، بشپړه مو ومونده، ايا تاسې هم هغه ژمنه پوره ومونده، چې پالونكي مو درسره كړې وه؟)) ځواب به وركړي: ((هو!)) په دې وخت كې به د هغوى (جنتيانو او دوزخيانو) له منځه يو اعلانوونکى غږ وكړي: ((پرظالمانو دې د الله لعنت وي![1864])) ] البته له دې ايته ګټنه كېږي، چې د جنتيانو او دوزخيانو ترمنځ، يو پرده هم شته؛ خو له دې سره سره، د قيامت دوزخي شرايط او حالات ددې نړۍ له وضع سره ډېر توپير لري او موږ هغه شرايط ددې نړۍ په كچو ارزولاى نشو.[1865]

((أَذَلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ. إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِّلظَّالِمِينَ . إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ. طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُؤُوسُ الشَّيَاطِينِ =))

62 تر 65_ زقوم: زقوم، د يوې ونې نامه ده، چې کوشنۍ ترخې او بدبويه پاڼې لري او چې پاڼه یې راغوڅه كړې؛ نو له پرې شوي ځاى يې شېره راوځي، چې د بدن پر هر ځاى ولګي ورستوي يې. دا ونه په تهامه سيمه او هغو سيمو كې راټوكېږي، چې بېديا ته ورنژدې، وچې، بې اوبو او بې وښو او بې بوټيو وي. په يو روايت كې راغلي، چې كله قريشو دا آيت واورېد، و یې ويل: تر اوسه مو دا نامه اورېدلى نه وه او دغسې ونه هم نه پېژنو. ((ابن زبعري)) وويل: بربريان، كجورو او كوچو ته زقوم وايي. ابوجهل خپلې مينزې ته وويل: زقوم راوړه. ورته يې ډوډۍ او كوچ راوړل؛ نو ابوجهل خپلو ملګرو ته وويل: له دې وخورئ، چې محمد مو ترې ډاروي، انګېري، چې اور ونه راټوكوي او حال دا اور، ونه سوځوي. بيا يې الله په ځواب كې دا آيت نازل كړ: ((په حقيقت كې موږ پرې ظالمان ازمېيوو [1866])) ته وا له دې ټكي غافل وو، كوم آرونه، چې د اُخروي نړۍ پر ژوند واكمن دي، له دې نړۍ سره ډېر توپير لري. كوم بوټى او ونه، چې د جهنم له تله راټوكېږي، د جهنم په رنګ او د جهنم په شرايطو كې پالل شوې ده، نه د هغه بوټي په څېر، چې ددې نړۍ په بڼونو كې راټوكېږي. ښايي له دې ټكي هم ناخبره نه وو؛ بلكې موخه يې ملنډې وې. بيا آيت ورزياتوي: ((غوټۍ يې (په بدرنګۍ كې) د شيطانانو د سرونو په څېر دي)). دلته دا پوښتنه راولاړېږي، چې آيا خلكو د شياطينو سرونه ليدلي وو، چې قرآن حکیم د زقوم غوټۍ ورسره ورته كوي. مفسرانو دې پوښتنې ته ګڼ شمېر ځوابونه وركړي؛ خو ډېره سمه داده، چې دا تشبيه د خورا بدرنګۍ او كركې لپاره ترسره شوې ده؛ ځكه د انسان، چې څه بد ايسي، په خپل ذهن كې بدرنګه څېره ورته انځوروي او چې له څه سره مينه لري، ښكلې او په زړه پورې څېره يې انځوروي؛ نوځكه پرښتو ته ښكلې انځورونه كاږي او شياطينو او دېوانو ته خورا ناوړه څېرې؛ خو نه چا پرښته ليدلې او نه ديو[1867].

((وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ =))

75_ د نوح دعا: په دې آيت كې د نوح علیه السلام له دعا مطلب، قوم ته يې ښېرا او له پالوونكي د مرستې غوښتنه وه؛ لكه چې د نوح سورت په 26 آيت كې لولو: ((نوح وويل: پالونكيه! د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګڼ هم مه پرېږده)). همداراز د قمر سورت په 10 آيت كې راغلي: ((او پالوونكي ته يې وويل: (له دې سرغړاند قومه) مې ماتې وخوړه، كسات مې ترې واخله))[1868].

((إِذْ جَاء رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ= ))

84_ پاك زړه: پوهېږو، چې زړه (قلب) د قرآن حکیم په اصطلاح كې د روح او عقل پر مانا دى؛ نوځكه ((قلب سليم)) يا پاك زړه پاك او روغ رمټ روح ته وايي، چې له هر ډول شرك، شك او فساده تش دى. قرآن حکیم مجيد ځينې زړونه (قَاسِيَةً) سخت زړي[1869]، ځينې ناپاك[1870]، ځينې رنځور[1871] او ځينې ټاپه وهل شوي او تړلي[1872] نومولي دي او د دوى پروړاندې يې پاك زړه اوڅار كړى، چې دا يوه نيمګړنه هم پكې نشته؛ هم پاك دى، نرم او له مينې ډك، هم سالم او روغ رمټ دى او د حق پروړاندې ورماتېدونكى. دا هماغه زړه دى، چې په رواياتو كې د الله حرم (او چاپېريال) ياد شوى دى. له امام صادق نه په يوه حديث كې لولو: ((زړه، د الله حرم دى؛ غير الله د الله په حرم كې مه هستوګنوه)) دا هماغه زړه دى، چې د غيبو حقايق ليداى شي او د پاسنۍ نړۍ ملكوت ته نظر وكړي. له رسول الله (ص) په يوه حديث كې راغلي دي: ((كه شياطين د بنيادمانو زړونه را ايسار نه كړي، بېشكه د ملكوت نړۍ ليداى شي.)) په هر حال، په قيامت كې د ژغورنې غوره پانګه همدا پاك زړه دى؛ هماغه، چې ابراهيم علیه السلام پرې د خپل پالونكي درشل ته وروځغاستل او د رسالت فرمان يې وموند. له امام رضا نه په يوه له مانا ډك روايت كې لولو: ((الله په خپلو بندګانو كې د زړه په نامه يو لوښى او پيمانه لري، چې په دې ټولو كې هغه ښه لوښى دى، چې ښه صاف، ښه ټينګ او ښه لطيف وي، تر ټولو د الله په دين كې ښه ټينګ، له ګناهونو تر ټولو ښه پاك او تر ټولو د ديني روڼو پروړاندې ښه نرم او لطيف وي))[1873].

((فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ . فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ =))

88 او 89_ ابراهيم دروغ و نه ويل: بېشكه له خپل رنځ د ابراهيم خبرونه، په لومړۍ كتنه كې په ستوريو پورې اړونده وه؛ خو داچې دا اړوند توب څه و، دوه نظره شته: لومړى داچې ستوريو ته كتنه يې د رنځ د وخت معلومول ول، د هغه په څېر، چې پر نوبتي تبه اخته وي، چې ځينې وخت سختېږي او كمزورېږي او د خپلې تبې د راستنېدا ساعتونه د يوه ستوري په راختو او لوېدو او يا د نجوم له ځانګړي وضعيته ټاكي. دويم داچې ستوريو ته يې په كتو وړاندوينه وكړه، چې ډېر ژر به ناروغ شي؛ ځكه ډېرى خلك (؛ لكه صابيان) ګروهن ول، چې د ستوريو په وضعيت كې په ځيرنې سره ګانده – راتلونكې پېښې مونداى شو؛ البته په دواړو نظرونو كې، لومړى نظر ښه سم دى؛ ځكه ابراهيم داسې نږه توحيد درلود، چې هېڅوك او هېڅ څيز (ان ستوري) يې په هستۍ كې خپلواك اغېزمن نه ګڼل او له دغسې يوه تنه (چې 84 آيت يې د روح او ګروهې پر سلامتۍ منښته كوي) ډېره لرې برېښي، چې خپل رنځ د ستوريو په وضعيت پورې وروتړي او دروغ او چټي خبرې وكړي. بلخوا څه دليل نشته، چې په رښتيا رنځور نه و؛ بلكې د آيت د ظاهر له مخې، رنځور و او دا موضوع له لومړۍ ويل شوې مخونې سره پوره اړخ لګوي.[1874]

((وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ =))

99_ د پالوونكي پر لور ور درومم: دا غونډله، پر هغې وعدې وفا ده، چې ابراهيم علیه السلام له كافرانو سره وكړه او مشرك آذر ته يې وويل: [او زه تاسې او ستاسې هغه معبودان پرېږدم، چې د “الله” پرځای يې نمانځئ او خپل پالونكى بلم او هيلمن يم د خپل پالونكي په بلنه كې بې ځوابه پاتې نشم[1875]] له دې آيته معلو مېږي، چې د پالوونكي پر لور د ابراهيم له ورتلو مطلب، هغه ځاى ته ورتلل دي، چې په يوازې ځان د الله پر نمانځنې او پر دعا ورته بوخت شي او دا ځاى سپېڅلې ځمكه (شام) وه[1876].

((فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ . فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ. وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ . قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ . إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاء الْمُبِينُ =))

102 تر 106_ ابراهيم په بلهارځي- قربانځي كې: په دې آيتونو كې د ابراهيم له زويه مراد، اسماعيل دى، چې د يو شمېر مفسرانو په وينا، پر هغه وخت، د يارلس كلن و. ابراهيم علیه السلام يو هېښنده خوب ويني، چې ددې لوی شان خاوند- عظيم الشان پېغمبر په باب د يو بل ستر ازمېښت د پيلامې ښوونكى دى. په خوب كې ويني، چې د الله له لوري ورته امر شوى، چې د خپل ايكي يوازې زوى سر په خپل لاس پرې او بلهار- قرباني يې كړي. هغه چې په څو ځل د الهي ازمېینو له سرې بټۍ بريمن راوتلى و، بايد دا ځل هم خپل زړه پراخ كړي او د حق فرمان ته غاړه كېدي؛ خو تر هرڅه له مخكې بايد خپل زوى دې چار ته چمتو كړي؛ نوځكه په دې باب يې د ده نظر وپوښت. اسماعيل هم (چې د سرښندونكي پلار يوه نسخه وه او د پلار په ښوونځي كې يې په همدې لنډ عمر كې د ايمان، صبر او زغم درس زده كړى و) په پرانسته غېږ، ورين تندي او پوره خوشحالۍ دې الهي فرمان ته هركلى ووايه او پلار يې هم وهڅاوه. پلار په ډاګه له خپل ديارلس كلن زوى سره د حلالولو (ذبح) چار اوڅاروي او هغه ته په خپلواكه وګړه او په ازاده اراده قايلېږي، زوى هم غواړي پلار په خپل هوډ كې ټينګ وي. په دې باب بېلابېل مطالب روايت شوي، چې ځينې یې هېښنده دي؛ لكه سرښندونكی زوى داچې له پلار سره د دندې په تر سره كولو كې مرسته وكړي، و یې ويل: پلاره، رسۍ تينګه وتړه، چې د الهي فرمان په عملي كولو كې لاس پښې و نه وهم؛ ډارېږم هسې نه له ثوابه مې څه كم شي. پلار جانه! چاړه تېره كړه او په بېړه مې حلال كړه، چې يې زغم پر ما او تا ښه اسان وي. پلاره، لومړى مې له تنه كميس وباسه، چې په وينو ككړ نشي؛ ځكه ډارېږم، چې مور مې وويني او د صبر واګې يې له لاسه ووځي. . . . په ځينو رواياتو كې لولو: شيطان د اسماعيل مور هاجرې بي بي ته ورغى او و یې ويل: ابراهيم غواړي د زوى سر دې پرې كړي. هاجرې وويل: محال خبرې مه كوه، هغه تردې خورا مهربان دى. شيطان خپلې وسوسې ته دوام وركړ او و یې ويل: هغه مدعي دى، چې الله امر كړى دى. هاجرې وويل: كه الله امر كړى وي؛ نو بايد پلى يې كړي او پرې راضي كېدل او ورته غاړه ايښوول يې يوازېنۍ لار ده. شيطان بيا د اسماعيل په وسوسې لګيا شو؛ خو له دې يې هم پايله ترلاسه نه كړه. په پاى كې په ابراهيم پسې ورغى او و یې ويل: ابراهيمه! شيطاني خوب دې ليدلى. د شيطان مه منه. ابراهيم د ايمان او نبوت په رڼا كې وپېژانده او ورچغه يې كړه: د الله دښمنه لرې شه! په بل حديث كې راغلي: ابراهيم لومړى مشعرالحرام ته ولاړ، چې زوى قرباني كړي. شيطان ورمنډه كړه، هغه د لومړۍ جمرې ځاى ته ولاړ، شيطان ورپسې ورغى، ابراهيم په اوو تېږو وايشت، چې كله دويمې جمرې ته ورسېد، بيا يې وليد، په اوو نورو تېږو يې وايشت او چې درېيمې جمرې ته ورسېد، په اوو نورو تېږو يې وايشت او همېش يې له ځانه نهيلى كړ. په هر حال، ابراهيم د خپل زوى مخ پر ځمكه كېښود او چاړه يې راوايسته؛ خو تېرې چړې يې پر لطيف زوى څه اغېز و نه كړ. ابراهيم علیه السلام ته غږ وشو، چې خپله دنده دې ترسره كړه او له دې سترې ازمېينې سرلوړی راووتې. په ځينو رواياتو كې راغلي: چې دا چار وشو، حضرت جبرييل امین په هېښنده غږ وویل: ((الله اكبر. . . الله اكبر)) اسماعيل وويل: ((لا اِله الا الله و الله اكبر)) ابراهيم غږ كړ: ((الله اكبر ولله الحمد)). دا هماغه تكبيرونه دي، چې د لوى اختر پر ورځ یې وايو. په دې وخت كې الله يو ستر پسه راولېږه، چې ابراهيم علیه السلام د زوى پرځای بلهار او په ګانده – راتلونکي كې د حج په مراسمو او منی كې يو دود پاتې شي. هو! چې انسان حج ته ځي، په پيل كې له معما ډولو او په ظاهر كې بې مانا كړنو سره مخېږي؛ خو كه د ابراهيم علیه السلام له ژوند سره اشنا شي، په نظر كې يې د حج هره كړنه ژوره مانا مومي؛ د جمراتو ايشتل، په ډبرو د شيطان ويشتو یوه نښه ده، چې پر هغه وخت ابراهيم دا چار وكړ او د منی قربانځى، انسان د ابراهيم سترې ازمېينې او د اسماعيل د حلالولو امر او الله ته د دواړو غاړه ايښوونه وريادوي؛ دغسې د حج نورې كړنې هم په يو ډول ماناوې لري؛ نو دلته انسان د ((وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ)) (او په روستيو نسلونو كې يې مو نېك نام پرېښود) پر مانا ښه پوهېداى شي.[1877]

((وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ . إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ . فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنْ الْمُدْحَضِينَ . فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ . فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُسَبِّحِينَ . لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ . فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاء وَهُوَ سَقِيمٌ . وَأَنبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ . وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِئَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ . فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ =))

139 تر 148_ يونس علیه السلام په ازمېښتون كې: يونس علیه السلام د نورو پېغمبرانو په څېر، خپله بلنه له بوتپالنې سره په مباررزې پيل كړه او خلک یې توحید ته رابلل او بيا يې په چاپېريال كې د شتو مفاسدو د له منځه وړو لپاره مټې رابډ وهلې. حضرت يونس علیه السلام د يو زړه سواند پلار په څېر خپل بېلارې قوم ته ورمونه – نصيحتونه كول؛ خو له دښمنانو يې د خپل حكيمانه منطق پروړاندې يوازې مغالطې او سفسطې اورېدې، تر دوو تنو (عابد او عالم) ډېرو پرې ايمان رانه وړ. يونس علیه السلام دومره تبليغ وكړ، چې تقريباً ترې نهيلى شو او د عابد په وړانديز او د قوم د حالاتو په كتو سره يې هوډ وکړ، چې ښېرا ورته وكړي. دا كړلار پلې شوه او يونس علیه السلام ښېرا ورته وكړه. وحې ورته وشوه، چې پر پلاني وخت الهي عذاب رانازلېږي، چې د عذاب وخت رانژدې شو، يونس علیه السلام په غوسه د عابد په ملتيا له قومه ووتل او د سمندر غاړې ته ورسېدل. هلته يې له سورلیو او باره ډكه بېړۍ وليده او ترې و یې غوښتل، چې دى هم له ځان سره بوځي. دا هماغه دى، چې قرآن حکیم په 140 آيت كې ورته اشاره کړې او بېړۍ ته ورتګ يې تېښته تعبیر کړې ده. بېشكه يونس علیه السلام پاكلمنى پېغمبر و او بيخي يې ګناه ونه كړه؛ خو غوره دا وه، چې بيا یې هم زغم كړى واى او د عذاب له راكېووتو وړاندې په روستيو شېبو كې له خپل قوم سره پاتې واى. سمه ده، چې د ځينو رواياتو له مخې، څلوېښت كاله يې تبليغ وكړ؛ خو بيا هم غوره وه، چې څو ورځې يا څو ساعته یې ورباندې ورزيات كړي واى. داچې دغسې يې ونه كړل، په فراري بنده تعبير شوى دى. چې يونس علیه السلام په بېړۍ كې سور شو، يو نهنګ(ستر کب) د بېړۍ مخې ته شو او خوله يې وازه كړه؛ ته وا خواړه غواړي. په بېړيو كې ناستو وويل: په نظر رسي، چې يو ګناهګار راكې دى. چې بايد د ستر کب ښكار شي او چاره يې يوازې پچه اچونه ده. پچه يې واچوله او د يونس علیه السلام نامه راووته؛ نو يونس علیه السلام يې ونيو او د كب خولې ته يې ورګوزار كړ؛ خو الله كب ته حكم وكړ، چې بنده ته یې څه زيان ورونه رسوي. دا بايد د بې مخېنې بنديتوب پېر تېر كړي، چې خپلې ((ترك اولا)) ته یې ورپام شي او سکېندې – جبران ته يې ملا وتړي. قرآن حکیم وايي: كه دا له تسبيح ويوونكيو ځنې نه وای، تر قيامته د كب په نس كې پاتېده او دا لنډ مهاله بند يې پر همېشني بند او دا خو لا څه چې پر هديره يې بدلېده؛ خو پېښې ته يې ورپام شو او د الله درشل ته يې مخه كړه او له خپل ((ترك اولا)) يې د الله په درشل كې بښنه وغوښته. د انبياء سورت 87 آيت وايي: ((نو په هغو تپو تيارو كې يې غږ كړ، چې: (خدايه!) بې له تا بل معبود نشته، ته پاك يې! په رښتيا، له ظالمانو ځنې وم)) دې رښتونې منښتې او له پښېمانۍ سره مل تسبيح خپل چار وكړ؛ لكه چې د انبياء په 88 آيت كې لولو: ((نو موږ يې د عاء قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو)). نهنګ په وچ او بې بوټيو کڅ – ساحل كې د الله په امر خپله مړۍ دباندې وغورځوله؛ خو په ډاګه ده، چې زندان د يونس علیه السلام جسمي روغتيا له منځه وړې وه، رنځور او كمزورى كړى يې و. ويلي يې دي، چې د نهنګ له نسه؛ لكه د مرغۍ د بچي په څېر كمزورى او بې وزرو او بې بڼكو راووت؛ داسې چې خوځېداى نشو. بيا الله په خپلې لورنې د كدو يو بوټي راشين كړ، چې پراخه پراخه پاڼې یې كمزوري او رنځور بدن ته يوه چترۍ او سپرګى وي او د لمر له تودوخې يې وساتي. يونس علیه السلام تردې پېښې روسته خپل قوم ته ورغى، چې وويني عذاب پرې څه كړي، چې هلته ورسېد، په هېښنه كې ډوب شو، چې د هجرت پر ورځ يې ټول بوتپالي ول؛ خو څرنګه اوس ټول مؤحدين او الله نمانځي شوي دي. پېښه داسې ده، چې د يونس علیه السلام تر ښېرا روسته، يو ټكان وخوړ او د څه چارې په فكر كې شول او د هغه مؤمن عالم په لارښوونه، د توبې ايستو په هوډ كې شوو؛ نو يو شمېر بېديا ته وخوځېدل او د ښځو، اولادونو، څارويو او بچيو ترمنځ يې بېلتون رامنځ ته كړ، بيا يې په ژړا لاس پورې كړ او نارې سوري يې وهلې او له خدايه يې بښنه وغوښته. په دې وخت كې د عذاب پرده څنډې ته شوه او پېښه پر غرونو ولوېده او مؤمن توبه ګار ټول وژغورل شول او پر يونس علیه السلام د ايمان په رڼا كې تر يوې ټاكلې مودې له دنيوي ژونده برخمن شوو.[1878]

159 او 160_ الله پېژندنې لپاره چاته ورشو؟: ددې آيت له مخې، د الله په باب، چې خلك هر ډول ځانګړنې بيانوي، ناسمې دي او الله له ټولو ځانګړنو پاك دى؛ خو بې له هغو چې پاك زړيو بندګانو يادې كړې دي؛ هغه بندګان، چې له هر ډول شرك، ځاني غوښتنو، ناپوهۍ او بېلارېتوبه خوندي دي او الله يوازې په هغه څه ستايي، چې پخپله یې اجازه وركړې ده. هو! د الله پېژندو لپاره نه ښايي په هغو کږنو او انګېرنو- خرافاتو پسې ولاړ شو، چې له جاهلي اقوامو راپاتې دي او انسان يې له ويلو شرمېږي؛ بايد په ساهو بندګانو پسې ورشو، چې ويناوې یې د انسان روح د اسمانونو څوكو ته ور الوزوي، د هغه د وحدانيت په رڼا كې يې محوه كوي، له زړه د شرك هر ډول شبه وينځي او له فكره هر ډول انځورونه او تشبيه څنډي. بايد د رسول الله(ص) او پاكلمنې كورنۍ په خبرو پسې يې ورشو او د دوى د توصيفونو او څرګندونو په رڼا كې الله وپېژنو. اميرالمؤمنين علي (ك) د الله په توصيف كې وايي: ((اندونه نه ورسي، چې الله ته اندازه او هومروالى و انګېري او تيزويني افكار يې درك كولاى نشي، چې يوه بڼه ترې انځور كړي. حواس يې له احساسولو عاجز او لاسونه يې له لمسولو بېوسې دي، بدلون او اوښتون پكې لار مونداى نشي او د زمانې تېرېدل پرې اغېزمن نه دي، د ورځو او شپو تېرېدل يې نه زړوي او رڼا او تياره پرې اغېز نه لري، الله په هېڅ يو غړي، اندام، غَرض، ادلون بدلون او وېشنې نه يادېږي، اندازه، نهايت، نېستي او پاى ورته نشته[1879])).

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ .إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ . وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ =))

171 تر 173_ د پېغمبرانو د لاسنيوي په اړه د الله پرېكونې ژمنه: دا الهي ژمنه (چې د قرآن حکیم مجيد په پرېمانه آيتونو كې هم راغلې ده) له مهمو اشارو ځنې ده، چې د حق پلیونو زړه ورپورې تړلى دى. روحيه پرې اخلي او چې ستړي شي؛ نوې ساه پرې اخلي او په رګونو كې يې نوې وينه بهېږي. هو! پر باطلو د حق د لښكر بريا، د جندالله لاسبري او له پېغمبرانو او رښتينو مؤمنانو سره د الله مرسته، د هغه له غوڅو وعدو او پرېکنده سنتو ځنې ده؛ خو دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې څنګه ځينې پېغمبران شيهدان شول يا د مؤمنانو ځينې ټولي له ماتې سره مخ شوي يا مخېږي؟ ځواب يې دا دى، چې: لومړى، بريا پراخه مانا لري او همېش پر دښمن د ظاهري او جسماني لاسبري پر مانا نه ده. كله بريا، د ښوونځي بريا ده او ستره بريا همدا ده؛ لكه چې په كربلا كې امام حسين او ياران يې شهيدان شول؛ خو موخه يې دا وه، چې د امويانو كرغېړنه څېره (چې د رسول الله د خلافت مدعيان ول) را برسېره كړي او دې سترې موخې ته هم ورسېدل: مسلمانان يې د دوى له خطره خبر كړل او اسلام يې له ځوړتيا وساته. ايا ويلاى شو، چې په كربلا كې یې ماتې وخوړه؟ مهمه داده، چې پېغمبرانو او مؤمنانو سره له دې، چې د حق دښمنانو يې پروړاندې پرله غښتې هڅې وكړې؛ خو په نړۍ كې يې خپلې موخې وړاندې بوتلې او ډېر پلیوني يې پيدا كړل او خپلې ښوونځيزې ليكې ته يې دوام وركړ او د ټولو توپانونو پروړاندې ودرېدل او ان په اوسنۍ نړۍ كې يې هم د ډېرى نړيوالو پام ځان ته را اړولى دى. دويم هېر نه كړو، چې دا ژمنه مشروطه ده او نه مطلق. ډېرى تېروتنې، حقيقت ته له نه پاملرنې راولاړېږي. تر ويينې لاندې آيتونو كې ((عبادنا)) (بندګان مو)، ((جندنا)) (لښكر مو) يا د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې پردې سياق ورته تعبيرونه؛ لكه ((حزب الله))، ((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا)) و ((وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ)) د بريا شرايطو ته څرګند دلايل دي. دا الهي ژمنه په هغوى پورې ځانګړې ده، چې د زړه له كو مې د الله رضا غواړي او له عملي پلوه د الهي فرمان په ليكه كې وي، تقوا او امانت هېر نه كړي[1880].

سورة ص

د ص سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي: ١- توحيد، له شرک سره مبارزه، د اسلام د پېغمبر نبوت او د توحيد او نبوت پر ضد د مشرکو دښمنانو ځېل. ٢- د الهي نهو تنو پېغمبرانو د ژوند يوه څنډه، په تېره داوود، سليمان او ايوب(عليهم السلام) حالاتو ته اشاره شوې، په ژوند کې يې ستونزې او الله تعالی ته يې د بلنې په باب مطالب ويل شوي، چې تر زور زياتي لاندې ړومبيو مسلمانانو ته د زده کړې يو درس وي. ٣- په قيامت کې د سرغړاندو کفارو برخليک او په دوزخ کې يې د شخړو يادونه کوي او مشرکانو او بې ايمانو ته يې د چار پاى ورښيي. ٤- د انسان پنځون – پنځون، لوړمقام يې او آدم ته د پرښتو د سجدې په هکله خبرې کوي او راښيي، د انسان د صعودي او نزولي قوس ترمنځ څومره ډېر واټن دى. ٥- ټول ځېلي دښمنان ګواښي او د اسلام رسول الله(ص) ته ډاډ ورکوي او دا واقعيت هم څرګندوي، چې دا په خپله بلنه کې نه له چا اجر او مزدوري غواړي او نه چاته څه رنځ او کړاو.[1881]

((ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ. بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ . كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ=))

1 تر 3_ كافران؛ په کبر او اختلاف كې راګېر: له امام باقر نه په يو روايت كې راغلي: [ ابوجهل او يو شمېر قريش د رسول الله (ص) تره ابوطالب ته ورغلل او و یې ويل: وراره دې ځورولي يو او زموږ خدايان يې هم خپه كړي. را و يې غواړه او ورته ووايه، چې زموږ له خدايانو لاس واخلي، چې موږ یې هم الله تعالی و نه كنځوو. ابوطالب يو تن په رسول الله (ص) پسې ولېږه، چې رسول الله(ص) كوټې ته راننوت او شاوخوا ته يې وكتل؛ نو و یې ليدل، چې له ابوطالب سره يوازې مشركان ناست دي. و یې ويل: ((السلام على من اتبع الهدى)) بيا كېناست. ابوطالب، رسول الله(ص) ته د دوى خبرې وكړې. رسول الله(ص) په ځواب كې وويل: ايا دوى چمتو دي، چې په يوه غونډله كې راسره موافقه او خوښي وښيي او په رڼا كې يې پر ټولو عربو مخكې شي او واكمني وكړي؟ ابوجهل وويل: هو! موافق يو. مطلب دې كومه يوه غونډله ده؟ رسول الله(ص) وويل: ووياست: ((لا اله الا الله))، چې ناستو دا غونډله واورېده، دومره وډار شول، چې ګوتې يې په غوږونو كې كېښوولې او په بيړه ووتل او ويل يې: ((دغسې يو څيز مو په راروسته دين كې اورېدلى نه دى. دا يو جوړ كړاى شوى دين دى.)) بيا يې الله په اړه ددې سورت له(1) تر (7) آيتونو پورې رانازل كړل.[1882]]

((جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ الْأَحْزَابِ =))

11_ دې کوشني لښكر ماتې خوړلې: دا آيت پېسمن- كبرجن كافران سپكوي. ((هُنَالِكَ)) د هلته پر مانا او لرې ته اشاره ده، له همدې لامله، يو شمېر يې په بدر غزا كې د مشركانو ماتې ته اشاره بولي، چې له مكې وړاندې پېښه شوه. د احزاب تعبير په ظاهر كې ټولو ډولو ته اشاره ده، چې د رسول الله(ص) پر ضد راپاڅېدلي او الله وځپل او د مشركانو ټولى يې يوه کوشنۍ ډله ده، چې پر برخلیك به يې اخته شي. ددې خبرې ګواه، ورپسې آيتونه دي، چې دا ټكى یې په ډاګه كړى. هېر نه كړو، چې دا سورت له مكي سورتونو ځنې دى او دا خبره قرآن حکیم هله كړې، چې مسلمانان لږكي ول؛ داسې چې شونې وه، مشركان يې د يوې مړۍ په څېر ښوىې تېر كړي. هغه مهال د مسلمانانو د بريا هېڅ نښه نه ښكارېده او د بدر، احزابو او حنين برياوې لا راغلې نه وې؛ خو قرآن حکیم پرېكنده وويل: دا سر سخت دښمن، يو کوشنى لښكر دى، چې ماتې به وخوري. نن هم قرآن حکیم دا زېرى د نړۍ مسلمانانو ته وركوي (چې له هر خوا د تېري كوونكيو ځواكونو په ولكه كې دي)، چې كه د ړومبيو مسلمانانو په څېر د الله پر ژمنه ودرېږي؛ نو هغه به هم د احزابو د لښكر د ماتې پر ژمنې وفا وكړي[1883].

((وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ . إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُم بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاء الصِّرَاطِ . إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ . قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنْ الْخُلَطَاء لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ . فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ =))

21 تر 25_ د داؤد علیه السلام ستر ازمېښت: له قرآن حکیمه ګټنه كېږي، چې څو تنه د عدل لپاره د داؤد علیه السلام ددېوال پر ماڼۍ وروختل او ورغلل. لومړى وډار شو، بيا يې د شاكي شكایت ته غوږ كېښود، چې و یې ويل: زه يوه مېږه لرم او رور مې 99 لري او وايي، چې دا يوه هم راكړه. داؤد علیه السلام شاكي پر حق وباله او دا غوښتنه يې تېرى وګاڼه. بيا له خپله چاره پښېمانه شو او له خدايه يې بښنه وغوښته او وبښل شو؛ خو دلته دوه ټكي د ځير وړ دي: 1_ ازمېښت. 2_ بښنه غوښتل او توبه. قرآن حکیم په دې دوو برخو كې، په مشخص ټكي ګوته ايښې نه ده؛ خو په دې آيتونو او اسلامي رواياتو كې له شتو قراینو معلو مېږي، چې داؤد علیه السلام د ورمندون او قضاوت په هكله پرېمانه معلومات درلودل او الله غوښتل ازمېښت یې كړي؛ نو بيا يې دا غير عادي شرايط (د ماڼۍ پر دېوال يې ورختل او ورتلل) ور وړاندې كړل. په ورمندون كې يې لږ څه بېړه وكړه او مخكې تردې چې د مقابل لوري څرګندنه وغواړي، ورمندون يې وكړ؛ كه څه ورمندون يې پوره عادلانه و او له آيتونو هم راولاړېږي، چې د شخړې دواړه لوري یې پر خبره قانع شوو او د داؤد علیه السلام له غونډې ووتل؛ خو داؤد علیه السلام په چورت كې شو او سره له دې، چې پوهېده عادلانه ورمندون يې كړى؛ خو داچې د قضا د غونډې آدابو ته يې پاملرنه كړېنه وه، چې لازم وو، په خپلو ويناوو كې يې بيړه كړې نه واى؛ بلكې پکار وو، چې د مقابل لوري خبره يې هم اورېدلې او بيا يې ورمندون كړى واى؛ نو ژر يې خپلې ښویېدنې ته ورپام شو او د وخت له تېرېدو وړاندې يې جبران كړه، له هغه ((ترك اولى)) يې بښنه وغوښته او الله هم ورتېر شو[1884].

26_ د بېلارېتوبونو سرچينه: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې د قيامت ورځې هېرول، د ټولو بېلارېتوبونو سرچينه ده. دا آر، د انسانانو په ژوند كې معاد ته د پاملرنې روزنيز اغېز څرګندوي. په دې باب، چې په اسلامي سرچينو كې كوم روايات راغلي، ډېر د ځير وړ دي؛ لكه له رسول الله(ص) نه په يوه مشهور حديث كې راغلي او هم له علي (ك) روايت شوى: ((خلكو! تر هر څه وړاندې ډارېږم، چې په دوو څيزونو كې راښكېل شئ: په ځاني غوښتنو پسې تلل او په زړه كې د اوږدو هيلو پالنه. په ځاني غوښتنو پسې تلل مو له حقه پر شا كوي او اوږدې هيلې، قيامت درنه هېروي)) وړ ده، چې دا غونډله په سروزرو وكښل شي او ټولو په تېره د واكمنو، قاضيانو او پازوالانو په مخكې راځوړنده كړاى شي. له امام باقر نه په يوه روايت كې لولو: ((بنيادم په درېيو څيزونو هلاكېږي: هغه کنجوسي، چې عملي شي، هغه ځاني غوښتنه، چې ومنل شي او داچې انسان له ځانه راضي وي.[1885]))

((إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ. فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ . رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ=))

31 تر 33_سليمان علیه السلام خپل پوځي ځواك معاينه كوي: له دې آيته او هغه قراين، چې په شاوخوا كې یې شته، داسې معلو مېږي، چې سليمان علیه السلام يو مازديګر هغه چابك او په ځغاسته كې ګړندي اسونه ليدل، چې جهاد ته یې چمتو كړي ول او پوځيان له همدې اسونو سره له مخې يې تېرېدل. داچې يو عادل او ځواكمن پاچا بايد يو پياوړى پوځ ولري او د پوځ يو له مهمو وزلو ځنې، ګړندۍ سورلۍ دي، په قرآن حکیم كې دا ځانګړنه د سليمان علیه السلام د مقام په يادولو پسې راغلې ده. داچې دلته و نه انګېرل شي، چې سليمان علیه السلام له ځواكمنو اسونو سره مينه د دنيا پالنې اړخ لري، و یې ويل: دا اسونه مې د الله په پار خوښ دي او غواړم‎ په جهاد كې یې وكاروم، بيا يې سترګې ورته نيولې وې، تردې چې له كتو يې پټ شوو. سليمان علیه السلام ته دا ننداره دومره د خوشحالۍ وړ او ښكلې وه، چې امر یې وكړ: بيا يې راولئ، چې دا چار وشو؛ نو سليمان پخپله اسونه ونازول او پر پنډيو او غاړو يې لاس ورته كش كړل او په دې توګه يې هم د هغوى روزاندان- مربيان وهڅول او هم يې هغوى ونازول. معمول ده، چې د يوې سورلۍ ناز وركولو ته پر سر مخ، يال، غاړې او پښو يې لاس راكاږي. كومه وزله، چې د انسان په لوړو موخو كې لاسنيوى ورسره كوي؛ نو مینه ورسره ښوول، د سليمان علیه السلام په څېر له يوه ستر پېغمبره څه هېښنده چار نه دى[1886].

((وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ =))

34_ د سليمان علیه السلام سخت ازمېښت: تردې آيت لاندې حديث پوهانو او مفسرانو روايات او تفسيرونه راوړي. تر ټولو څرګند يې دا دى، چې سليمان علیه السلام هيلمن و، يو مېړنى زوى يې پر برخه شي، چې د هېواد په اداره په تېره له دښمن سره په جهاد كې يې مټ شي. ګڼ شمېر مېرمنې يې درلودې او له ځان سره يې وويل: له دوى به د ډېرو زامنو خاوند شم، چې مې له موخو سره مرسته وكړي؛ خو داچې دلته يې غفلت وكړ او ((ان شاء الله)) يې و نه وايه، چې په ټولو حالاتو كې پر الله د انسان د ډډې وهلو څرګندوونكى دى، په هغه وخت كې يې له مېرمنو هېڅ زوى ونه زېږېد؛ يوازې د يوې بې ساه تنې په څېر يو عیبجن، ناقص الخلقه او نيمګړى زوى يې وزېږېد، چې يې راووست او پر تخت يې ورته واچو. سليمان علیه السلام سخت چورتي او خپه شو، چې ولې يوه شېبه هم له خدايه غافل شوى او پر خپل ځواك يې ډډه وهلې ده؛ نو توبه یې وكړه او له خدايه يې بښنه وغوښته. دويم تفسير، چې تردې تفسير روسته پاموړ دى. داچې سليمان علیه السلام الله تعالى په سخت رنځ ازمېښت كړ؛ داسې، چې د يوې بې ساه تنې په څېر پر خپل تخت ولوېد او همداسې و، چې په پاى كې یې توبه وكړه اوالله پر ړومبي حال كړ.[1887]

((قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ =))

35_ ولې سليمان علیه السلام دغسې واكمني وغوښته؟: ددې آيت په تفسير كې له امام كاظم نه په يو روايت كې راغلي: ((واكمني دوه ډوله ده: هغه واكمني، چې پر خلكو د لاسبرۍ او ظلم ترلاسه كېږي او هغه واكمني، چې د الله له لوري ده؛ لكه د ابراهيم د كورنۍ، طالوت او ذوالقرنين واكمني؛ نو حضرت سليمان علیه السلام ، الله ته وويل، داسې واكمني راكړه، چې تر ما روسته هېڅوك ونشي ويلاى، چې د سليمان واكمني پر خلكو باندې په لاسبرۍ او زور ترلاسه شوې ده؛ نو عزوجل الله باد ورته ايل كړ. . . او هم شياطين. . . او د مارغانو ژبه يې وروښووله او پر ځمكه يې واكمني ورټينګه كړه، له همدې لامله پر هغه مهال او ورپسې زمانو كې، خلك پوه شول، چې واكمني يې د خلكو له ټاکنیزو حكومتونو يا په زور راوړل شويو حكومتونو سره هېڅ ورته والى نه لري.)) بيا امام وويل: ((پر الله قسم! څه چې سليمان ته وركړاى شول، بل يو پېغمبر ته هم ورنكړل شول؛ خو موږ [اهل بيتو] ته راكړل شوي دي)) له دې روايته مطلب دادى، چې سليمان علیه السلام انحصاري واكمني او مُلك و نه غوښت؛ بلكې داسې واكمني يې وغوښته، چې خلك یې په اړه دغسې او هاغسې ونشي ويلاى او په زور او تېري يې تورن كړي؛ نو الله دا واكمني له هېښنده معجزو سره ورګډه كړه، چې وښيي د الله له لوري ده؛ نه د خلكو د زور او لاسبرۍ له لارې.[1888]

((وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ =))

44_د حضرت ايوب علیه السلام د مېرمنې سرغړونه: له مشهور مفسر حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت شوى، چې شيطان يا شيطان صفته په طبيعي بڼه د ايوب علیه السلام مېرمنې ته ورښكاره شو او و یې ويل: زه دې مېړه رغوم؛ په دې شرط، چې جوړ شو، ماته دې ووايي، چې يوازې زه يې د رغولو لامل وم او بله هېڅ مزدوري نه اخلم. مېرمن يې، چې د خپل مېړه له رنځه سخته خپه وه، ورسره يې ومنله او ايوب علیه السلام ته یې دا وړانديز وكړ. د ايوب علیه السلام ، چې د شيطان دام ته پام و، سخت غوسه شو او قسم يې وخوړ، چې خپله مېرمن تنبيه كړي. ځينو ويلي، چې ايوب علیه السلام هغه په يوه كار پسې ولېږله؛ خو ځنډنۍ شوه. ايوب علیه السلام ، چې له رنځه كړېده، سخت خپه شو او دغسې قسم يې وخوړ؛ خو په هر حال، كه هغه له يوه پلوه د دغسې سزا وړ وه؛ خو داچې د الله د پېغمبر د رنځ پرمهال يې رنځورپالي – پرستاري كړې او خپله وفا يې ښوولې؛ نو ددغسې بښنې بخره وړ – استحقاق يې درلود. سمه ده، چې د غنمو په ډندركيو يا د کجورو د وږې په لښتو وهل يې د قسم واقعي مصداق نه و؛ خو ايوب علیه السلام دا چار ځكه وكړ، چې د الله د نامې احترام وساتل شي او هم قانون ماتونه خپره نشي؛ البته دغسې يو چار په هغه ځاى كې وړ دى، چې مقابل لورى د بښنې وړ وي او انسان غواړي په عين بښنه كې د قانون ظاهر هم وساتي؛ كه نه په هغه ځاى كې، چې د بښنې استحقاق نه وي، بيخي دغسې چار روا نه دى[1889].

((إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ =))

 46_ د پېغمبرانو د پاك زړۍ ځانګړنه: ((الدَّارِ))، چې مطلق ياد شوى، مراد ترې د آخرت كور دى؛ ته وا له دې بل كور نشته او بې له دې، چې هر څه دي، پر لور يې يوه لار ده. هو! همېش د پېغمبرانو او د حق د وليانو بله نړۍ ياده وه. د ليد څنډ يې په دنیوي څو ورځېني ژوند او خوندونو كې نه را ايسارېده. له دې ژر تېرېدوني ژوند هاخوا يې، له نعمتونو ډك تلپاتې ژوند ليده او ورسره نښلون ته يې هڅې كولې. شونې ده، د نورو هم آخرت ته ورپام شي، په تېره، چې كوم دوست يې ومري او په جنازه يا دعا كې يې برخه واخلي او ښايي په دې حالاتو كې لږ څه بدلون پكې راشي او تر مړينې روسته ژوند ته يې ورپام شي؛ خو دا د نږه او پاك زړي ياد نه دى او د دنيا له ياد سره ورګډ شوى دى؛ خو الهي نارينه بلې نړۍ ته ژور، ساهو، نږه او پاك زړې پاملرنه لرې؛ ته وا همېش يې قيامت په سترګو كې حاضر دى او په دې آيت كې د ((خالصة)) تعبير همدې ټكي ته اشاره ده[1890].

((وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِّنْ الْأَخْيَارِ =))

48_ يسع او ذوالكفل: الله دا دوه ستر په قرآن حکیم كې ياد كړي او ستايلي پېغمبران يې ګڼلي دی. په رواياتو كې هم ويل شوي، چې پېغمبران ول. له امام رضا نه په يو روايت كې راغلي، چې پر ((جاثليق مسيحي)) يې د نيوكې په ترڅ كې وويل: ((يسع هماغه چارې كولې، چې عيسى كولې: د اوبو پر مخ تله، مړى يې راژوندى كاوه، ړوند يې ليدوونكى كاوه، د پيس رنځور يې رغاوه؛ خو امت يې پر خدايي ورته قايل شو.)) له امام جواد نه په يو روايت كې لولو، چې ((ذوالكفل، يو پېغمبر و، چې تر سليمان بن داؤد روسته اوسېده او د داؤد علیه السلام په څېر يې په خلكو كې ورمندون كاوه او نامه يې ((عويديا)) و.[1891]))

((وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ . أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ =))

62 او 63_ چې څوك مو بدان ګڼل، په اور كې يې نه وينو؟!: چې په قيامت كې د ابوجهل او ابولهب په څېر د بېلارېتوب مشران ويني، چې د عمار ياسر، صهيب او بلال په څېر انسانان په دوزخ كې نشته؛ نو په خود كېږي او يو بل پوښتي: نو دا خلك څه شو؟ دوى خو موږ اخلالګر، اشرار او كوڅه ډب ګنل، چې د ټولنې نظم يې خپه او زموږ د نېكونو وياړنې يې له منځه وړلې، موږ د اشرارو تور پرې ورتاړه[1892] او په نړۍ كې مو ملنډې پرې وهلې. نه پوهېږو موږ تېروتي يو او هغوى ژغورل شوي دي که سترګې مو تېروځي او په اور كې يې نه وينو.[1893] له امام صادق نه په يو روايت كې لولو، چې خپل يو يار ته یې وويل: ((الله په قرآن حکیم كې تاسې د اهل بيتو لارويان ياد كړي ياست؛ هلته چې دښمنان مو د دوزخ په اور كې وايي: ولې دلته هغه خلك نه وينو، چې اشرار مو ګنل؟. . . پر الله قسم، له دې خلكو مراد تاسې ياست، چې يوه ډله مو اشرار ګڼي، پر الله قسم، په جنت كې به خوشحال ياست؛ خو دوزخيان به مو په دوزخ كې لټوي[1894].))

((قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ =))

67_ ستر خبر: دا كوم خبر دى، چې اشاره ورته شوې او په ستریا ياد شوى دى؛ قرآن حکیم مجيد د رسول الله رسالت، قيامت، د مؤمنانو او كافرانو برخليك، د الله وحدانيت يا دا ټول؟ داچې قرآن حکیم دا ټولې چارې رانغاړي او مشركانو ورته شا كوله؛ نو مناسبه ده، چې دا ستر خبر ((قرآن حکیم)) وي. هو! دا ستر اسماني كتاب، د ټولې هستۍ په عظمت ستر خبر دى، چې ددې هستۍ د خالق له اړخه رانازل شوى؛ داسې خبر، چې يوې سترې ډلې يې د رانازلېدو پرمهال عظمت ونه موند، يو شمېر ملنډې ورباندې ووهلې، يو شمېر كوډې وویلې او يو شمېر شعر وګاڼه؛ خو ډېره موده تېره نه وه، چې دې ستر خبر، خپل باطن را برسېره كړ او د بشري تاريخ بهير يې واړو. په زړه پورې خو داچې دا آيت په مكه كې او تر هجرت وړاندې رانازل شوى، چې په ظاهره مسلمانان خورا كمزوري ول او د بريا ورونه پرې تړلي ول. ان نن هم ددې ستر خبر ستريا نړيوالو او ان پخپله مسلمانانو ته هم پوره په ډاګه نه ده او بايد په ګانده كې راښكاره شي. د قرآن حکیم دا وينا، چې ((تاسې ترې مخ اړوونكي ياست))، تر اوسه صدق مومي او د مسلمانانو همدا مخ اړونه لامل شوې، چې ددې الهي فيض له خوټاندې چينې پوره خړوب نشي، چې په رڼا كې يې پر مخ ولاړ شي او د وياړ او شرف څوكې ايل كړي[1895].

((مَا كَانَ لِي مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ= ))

69_ د ټولو په مخ كې شخړه: بېشكه پرښتو له پالوونكي سره شخړه او لانجه نه درلوده؛ خو همداچې الله وویل: ((زه به پر ځمكه ځايناستى رادبره كړم))؛ نو په خبرو اترو شوې او و يې ويل: ((ايا هغه پكې ځايناستوې، چې فساد او وينه تويوي)) او الله يې په ځواب كې وويل: ((چې پر كومو حقايقو پوهېږم، تاسې پرې نه پوهېږئ[1896])). دې خبرو اترو ته شخړه ويل شوې، چې يو مجازي اطلاق دى او راروسته آيتونو ته يوه سريزه ده، چې د آدم د پنځون په اړه خبرې كوي.[1897]

((قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ =))

86_ متكلف څوك دى؟: متكلف هغه دى، چې پر ځان يو څيز (حال دا صلاحيت يې نه لري) په سختۍ او ساختګۍ وتپي او ددې غونډلې ((ووايه زه له متكلفينو ځنې نه يم)) مانا دا ده، چې دا رسالت مې له ځانه جوړ كړى نه دى. په رواياتو كې د متكلفينو په اړه پرېمانه ويينې او نښې يې راغلي دي. له رسول الله (ص) نه په يوه حديث كې راغلي: ((متكلف درې نښې لري: همېش تر ځان لوړو سره شخړه كوي، دداسې مطالبو په باب خبرې كوي، چې پرې نه پوهېږي او په داسې چارو پسې وي، چې بيخي نه وررسي)) له رسول الله(ص)نه په يو بل حديث كې لولو: ((متكلف درې نښې لري: مخامخ غوړه مالي كوي، پسې شا غيبت كوي او د كړاو پرمهال خوشحالي كوي.)) له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((متكلف تېروتى دى، كه څه په ظاهره حقيقت ته ورسي. . . متكلف د چار په پاى كې يوازې خواري او پستي ترلاسه كوي او نن هم بې له رنځ، زحمت او خپګانه بله برخمني نه لري. د متكلف ظاهر، ځان ښوونه او باطن يې نفاق دى او تل په همدې دوو وزرونو الوځي. لنډه داچې تكلف، چې هرڅه وي، د صالحينو له خويونو او د متقيانو له شعارو ځنې نه دى؛ لكه چې الله خپل استازي ته وايي: [ زه نبوت ته د بلنې لپاره هېڅ بدله درڅخه نه غواړم او له متكلفينو ځنې نه يم[1898]].))

سورة الـزمـر

د زمر سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له څو برخو جوړشوى دى: ١- نږه توحيد او توحيد په ټولو اړخونواو ښاخونو کې يې. ٢- معاد، جزا، جنتي خونې، د دوزخ اورينې چترۍ، د قيامت ورځې وحشت، د کړنو د پايلو راښکارېدل او د محشر په ډګر کې پخپله د کړنو راښکاره کېدل. ٣- د قرآن حکیم مجيد اهميت. ٤- د مخکېنيو اقوامو د برخليک بيان او د حق آيتونو دروغجن ګڼونکيو ته الهي دردناکه سزا. ٥- توبه او الله تعالی ته د ورستنېدا ورونه پرانستې دي.[1899]

((أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ =))

3_ نږه دين يوازې د ((الله)) دى: په دې آيت او مخكې آيت كې له دينه مراد، ((عبادت)) دى او ددې غونډلې ((نږه دين يوازې د الله دى)) مانا داده، چې الله د هغه عبادت نه قبلوي، چې يوازې یې هغه ته كړى نه وي، كه د الله په عبادت كې بل څوك هم ورګډ كړي، يا يوازې بل څوك ولمانځي. په يو روايت كې راغلي، چې يو تن رسول الله(ص) ته وويل: رسول الله! شتمني مو ځكه وركوو، چې نېك نامې شوو؛ ايا ددې چار څه بدله شته؟ رسول الله وويل: ((الله يوازې د هغه قبلوي، چې نږه یې ولمانځي)) بيا يې دا آيت ولوست: ((پوه شئ! نږه دين يوازې د الله دى)).[1900]

((خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ =))

6_ اته جوړې څاروي او درې تيارې: له اتو جوړو مطلب؛ اوښ او اوښه، پسه او مېږه، سېرلی او وزه، غوايي او غوا دي. داچې په عربي كې زوج د ((نر او ښځې)) جوړې ته وايي؛ نو په ټول كې اته كېږي. د ((ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ)) تعبير، د مور ګېډې، زيلانځ او د (جنين د ځانګړې كڅوړې) مشېمې تيارې ته اشاره ده؛ درې پېړې پردې دي، چې پر جنين راخپرې دي. عادي انځور ګران بايد په پوره رڼا او روښنايي كې انځورګري وكړي؛ خو د انسان پنځګر په هغه هېښنده تياره تون كې داسې انځورګري كوي، چې تر زوكړې روسته یې ټول ليدو ته ورځي او هم په داسې ځاى كې، چې د هېچا له اړخ هېڅ ډول لاسرسي ورته نشته، پالنې او چټكې ودې ته يې (چې سخت ورته اړين دى) همېش رزق او روزي ور رسوي. هو! جنين د پالوونكي د پنځون ډېره هېښنده او ظريفه څېره ده؛ داسې، چې ((جنين پوهنه)) د الله پېژندنې پوره پېر شمېرل كېږي او چې هر څوك ددې پړاو ريزه كاريانې وڅېړې؛ نو خپله خوله د جنین پنځګر په ستاينه راسپړي.[1901]

((أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ= ))

9_ ايا پوهان له ناپوهانو سره يو شان دي؟: كه څه دا پراخه پوښتنه او د پوهانو او ناپوهانو ترمنځ ډاګيزه پرتلنه ده، ددې په پامنیوي، چې مخكې له شپه ويښو مؤمنانو سره د مشركانو د نابرابرۍ يوه بله پوښتنه اوڅار شوې، دا پوښتنه هم، همدې ټكي ته اشاره كوي؛ يعنې هغوى چې پوهېږي، هغه ځېلي او زړه مړي مشركان له دې پاكو او نږه مؤمنانو سره يو شان نه دي، آیا له هغوى سره برابر دي؟، چې له دې څرګند واقعيته نا خبره دي. په هر حال دا غونډله د اسلام له بنسټيزو شعارونو ځنې ده، چې د ناپوهانو پروړاندې د پوهې او پوهانو مقام او ستریا څرګندوي. د ناخبرو د انګېرنو پرخلاف، چې دين د تخدير، غولونې او نشې لامل بولي، د پېغمبرانو ستره بلنه، پوهې ته بلنه وه. پر قرآن حکیمي آيتونو سربېره، په رواياتو كې هم داسې تعبيرونه ليدل كېږي، چې د علم په اهميت كې ترې اوچت نه انګېرل كېږي. له رسول الله (ص) نه په يوه حديث كې لولو: ((ژوند يوازې دوو تنو ته ګتور دى: هغه علم، چې لاروي ترې وشي او هغه زدكړيال، چې د پوه خبرې ته غوږ ږدي)) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((هغوى چې پوهېږي، موږ (اهل بيت) يو او هغوى چې نه پوهېږي، دښمنان مو دي او عقلمن مو لارويان دي))؛ البته په ډاګه ده، چې دا تفسير، د آيت د يو څرګند مصداق ويل دي او د آيت عام مفهوم نفې كوي نه.[1902]

((قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ =))

10_ د الله پراخه ځمكه: دا تعبير، د سستو ارادو پلمه ګرو ته يو ځواب دى، چې ويل یې موږ په مكه كې د مشركانو د واكمنۍ په پار الهي دندې تر سره كولاى نشو. قرآن حکیم وايي، چې د الله ځمكه په مكې پورې را ايساره نه ده، نړۍ پراخه ده؛ نوځكه له هغو ځايونو نورو ته ولېږدېږئ، چې ستاسې د ازادۍ او دندو د ترسره كولو خنډ وي. هجرت يو مهم آر دى، چې د اسلام په پيل كې يې د اسلامي حكومت په بريا كې مهمه ونډه درلوده؛ نو ځمكه د اسلامي تاريخ پيلامه هم شوه، دغسې په هر پېر كې له سرباندې اهميته هم برخمن دى، چې مؤمنان زور زياتي ته له غاړې ايښوونې ژغوري او هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام د خورېدا لاملېږي.[1903]

((فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ =))

15_ له اهل (خپلوانو) مطلب څه دى؟: مفسرانو دې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه وركړي؛ خو د آيت له سياق سره ډېر سازګار دادى، چې له اهله منظور، هغه مېرمنې او چوپړيالان دي، چې الله په جنت كې مؤمن او متقي انسان ته چمتو كړي دي؛ ځكه په قيامت كې خپلوي او هره دنیوي ټولنيزه اړيكه پرې كېږي؛ لكه چې د مؤمنون سورت په 101 آيت كې لولو: ((. . . پر هغه ورځ ترمنځ به يې د خپلوۍ هېڅ اړيكه نه وي. . .)) نو د آيت مانا دا ده، چې واقعي زيانمن هغوى دي، چې خپل وجود ابدي هلاكت ته ور وړاندې كوي او له ابدي كماله يې منع كړى دى او جنتي مېرمنې او چوپړیالانې يې، چې په ايمان او صالح كړنو ترلاسه كولاى شوې او خپل حقيقي او تلپاتې خپلوان كړي واى، له لاسه وركړل. هو! همدا ښكاره زيان دى.[1904]

((الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ =))

18_ د اسلام ازاد اندی سول – منطق: دې آيت او مخكې آيت، چې د يو اسلامي شعار بڼه خپله كړې، د مسلمانانو ازاد آندي او په بېلابېلو چارو كې يې غوره كونه په ښه شان راښيي. ډېرى اديان، خپل لارويان د نورو د خبرو له څېړنې منع كوي؛ ځكه د خپل كمزوري سول په دليل، له دې ډارېږي، چې د نورو سول پرې پياوړى شي او خپل لارويان له لاسه وركړي؛ خو لكه چې په دې آيت كې مو ولوستل، اسلام د الله رښتوني بندګان هغه كسان معرفي كړي، چې څېړنه كوي؛ يعنې څېړونكي يې خپل واقعي بندګان ښوولي دي، چې نه د نورو له خبرو اورېدو ډارېږي، نه بې قيد و شرطه غاړه ږدي او نه هره وسوسه مني. اسلام هغوى ته زېرى وركوي، چې ويناوې اوري او ډېره ښه يې ټاكي، نه يوازې داچې ښه پر بد غوره بولي؛ بلكې په ښو كې هم غوره ګل واڼي. له آره كوم ښوونځى، چې پياوړى سول لري، هډو څه دليل نه لري، چې د نورو له وېناوو وډار شي او د چارو له اوڅاره يې اندېښمن شي. هغوى بايد وډارشي، چې كمزوري او بې منطقه دي. كوم احاديث، چې ددې آيت په تفسير كې يا په خپلواك ډول راغلي، پر دې موضوع يې پرېمانه ډډه وهلې ده؛ لكه له امام كاظم نه په يو روايت كې لولو: ((الله په خپل كتاب كې عقلمنو او پوهانو ته زېرى وركړى او ويلي يې دي: بندګانو ته مې زېرى وركړه؛ هغوى چې خبرې اوري او له غورو ځنې يې لاروي كوي)). همداراز له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((حكمت، د مؤمن وركه ده؛ نو زده یې كړه، كه څه له منافقه وي.[1905]))

((لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ =))

20_ د ماڼيو له پاسه نورې ماڼۍ: د همدې سورت په (16) آيت كې مو (چې په قيامت كې د زيانمنو د عذاب په اړه دي) ولوستل، چې لاندې باندې ترې اور راتاو دى او په دې توګه له هر لوري د اور په لمبو كې را ايسار دي. ددې ستومانوونكي عذاب پروړاندې، دا آيت پرهېزګارانو ته زېرى وركوي، چې په جنت كې د ماڼيو له پاسه ماڼۍ لري.[1906] امام صادق وايي: ((علي (ك) رسول الله وپوښت: دا ماڼۍ څه ته جوړې شوي؟ رسول الله (ص) وويل: حق تعالى دا ماڼۍ خپلو دوستانو ته له ُدر، ياقوتو او زبرجدو جوړې كړي. چتونه يې له سرو دي او په سپينو سره نښتي او ټينګ شوي. هره ماڼۍ د سرو زرو ونه لري، چې پر هرې یوې يوه پرښته ګومارل شوې ده. . .[1907]))

((أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ =))

22_ د پراخې سينې او سخت زړۍ لاملونه: شرح صدر د سينې د پراخۍ پر مانا ده، چې د حق خبرې د منلو ظرفيت ولري او داچې د سينې پراخي د اسلام په پار ده او اسلام؛ يعنې الله ته غاړه ايښوونه او څه چې د الله اراده وي او هغه هم يوازې حق اراده كوي، په پايله كې، اسلام ته د سينې پراخي پردې مانا ده، چې انسان داسې يو حالت ونيسي، چې هره حق خبره ومني او رد يې نه كړي؛ البته ددې خبرې مانا دا نه ده، چې انسان هره خبره، چې هر څه وي، په پټو سترګو ومني؛ بلكې د حق په تړاو له ليدانې (او بصيرت) سره او د ودې د لارې په پېژندو يې ومني[1908]. سخت زړي د پراخې سينې پروړاندې يو حالت دى، چې د حق او هدايت رڼا ته نه ورماتېږي او غاړه ورته نږدي او د هدايت رڼا پكې نه ننوځي. په ټوليز ډول انسانان د حق په منلو كې يو شان نه دي؛ ځينې حقيقت په يوې لطيفې اشارې يا يوې لنډې خبرې ښه درك كوي؛ خو په ځينو انسانانو كې څرګند دلايل او غښتلي نصيحتونه هېڅ اغېز نه اچوي؛ البته دا هر يو لاملونه لري. پر له پسې او همېشنۍ څېړنې، له پوهانو او نېکو علماوو سره اړيكه، ځان جوړونه او د ځان پاكوالى، له ګناه ډډه كول، په تېره له حرامخورۍ ځان ساتل او د الله ياد د پراخې سينې له مهمو لاملونو ځنې دي. اپوټه، ناپوهي، ګناه، ځېل، بې ځايه ويينې او شخړې او له بد چارو او ګناهګارانو سره ملګرتوب د روح د تنګوالي او سخت زړۍ لاملېږي. په يو روايت كې لولو، چې ابن مسعود (رض) رسول الله (ص) ددې آيت په تفسير كې وپوښت: انسان څرنګه سينه پراخي پيدا كوي؟ و یې ویل: ((چې د انسان زړه ته رڼا ننوځي، پراخ او پرانستل كېږي)) و یې ويل: رسول الله! نښه يې څه ده؟ و یې ويل: ((آخرت ته پاملرنه او له دنيا جلا كېدنه او تر مړينې وړاندې مرګ ته چمتو كېدل.)) له علي کرم الله وجهه په يو روايت كې لولو: ((د زړونو د سختۍ په پار اوښكې وچېږي او د ګناه د پرېمانۍ له لامله زړونه سخت او درنېږي)) په يو بل روايت كې لولو، چې الله، موسى علیه السلام ته وحې ورولېږله: ((موسى! په دنيا كې دې هيلې مه غځوه، چې زړه دې سختېږي او سخت زړي رانه لرې دي))[1909].

((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ =))

23_ غوره خبره: په دې آيت كې له ((مُّتَشَابِهًا)) منظور هغه كلام دى، چې بېلابېلې برخې یې يو له بل سره همرنګه او همغږې دي او ترمنځ يې هېڅ ډول تضاد او ټكر نشته او ښه او بد نلري؛ بلكې يوه يې له بلې غوره ده. دا كټ مټ د انسانانو د خبرو پرخلاف دي، چې څومره پكې ځيرنه وشي، اړپېچ، ټكر او تضادونه پكې پيدا كېږي. آيت روسته زياتوي، چې ددې كتاب بله ځانګړنه داده، چې بيا ځلي وي. شونې ده، دا تعبير، د داستانونو، تېرو حالاتو او پندونو د ډول ډول ويينو بيا ځلي ته اشاره وي؛ خو هغه بيا ځلي، چې ستومانوونكى نه دى؛ بلكې شوق او نشاط راولاړوي، دا د فصاحت يو مهم آر دى، چې انسان د لزوم پرمهال او ژور اغېز ته يو څه بيا ځلي كوي؛ خو هر ځل په نوې بڼه، چې د ستړيا لامل نشي. پردې سربېره، د قرآن حکیم مطالب، د يو بل تفسيروونكي دي او له دې لارې ډېرى ستونزې هوارېږي. تردې ځانګړنې روسته، آيت په دې ويينه كې د قرآن حکیم پر روستۍ ځانګړنه (؛ يعنې د خاشعانو په زړونو كې يې ژور او سرباندې نفوذ) لګيا كېږي او ښكلې يې انځوروي: قرآن حکیم، ړومبى په چمتو زړونو كې ډار رادبره كوي؛ هغه ډار، چې د ويښتيا لامل او د حركت پيل دى او انسان خپلو مسووليتونو ته ځیر كوي. په ورپسې پړاو كې نرمي او د حق خبرې د منلو حالت ورډالۍ كوي او بيا ارامتيا ور پر برخه كوي. هو! قرآن حکیمي نصيحتونه، زړونه لړزوي او زېري يې، زړونو ته ارامي وربښي. د الله په ستریا كې اندنه، انسان په وحشت كې ډوبوي، چې څنګه یې وپېژنداى شو؛ خو په آفاق او انفس كې د هغه د سپېڅلي ذات د اثارو او دلايلو څېړنه، بنيادم ته نرمي او ارامي وربښي.[1910]

((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ= ))

33_ صادق او مصدق: ډېری مفسرانو، دا آيت د اسلام په رسول الله تفسير كړى دى؛ البته پخپله پېغمبر د آيت تفسير، چې هم د وحې راوړونكى و او هم يې تصديقوونكى و، بايد يو ډول مصداق يې وي او نه د آيت د ټول مفهوم څرګندوونكى؛ نوځكه يو شمېر مفسرانو ((چاچې رښتيا خبره راوړه)) غونډله په ټولو پېغمبرانو تفسير كړې ده او (( چاچې باور پرې وكړ)) غونډله د هغوى په رښتينو لارويانو (چې د نړۍ متقيان دي) تفسير كړې ده. تردې هر اړخيز تفسير دا دى: (( چاچې رښتينى پېغام راووړ)) د وحې په راوړونكيو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټول هغه كسان رانغاړي، چې د دوى د ښوونځي مبلغين او د حق او رښتيا د خبرو دودونكي ول او په دې حال كې څه توپير نه لري، چې دواړه غونډلې پر يوې ډلې تطبيق شي. په دې توګه خبره د هغوى (په باب) ده، چې هم د رښتيني پېغام راوړونكي دي او هم يې عملي كوونكي دي؛ هغوى چې په نړۍ كې د وحې ښوونځي خوروي او پخپله پرې ايمان لري او عمل كوي؛ پېغمبران، امامان او د دوى د ښوونځي څرګندونكي دي. د شيعه او اهل سنتو ډېرى مفسرانو تردې آيت لاندې يو حديث راوړى، چې له ((چاچې رښتيا خبره راوړه)) مطلب رسول الله (ص) دى او له (( چاچې باور پرې وكړ)) مراد، علي (ك) دى. پام مو وي، چې دا تفسير، د آيت مفهوم نه محدودوي؛ بلكې د آيت يو څرګند مصداق بيانوي. بېشكه علي (ك) د پېغمبر د تصديقوونكيو په لومړۍ ليكه كې و او د اسلام يو عالم هم له دې واقعيته منكر نه دى، چې علي (ك) په نارينه وو او بلكې په ټولو خلكو كې ړومبى تن و، چې رسول الله یې تصديق كړى دى.[1911]

((أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ =))

36_ الله بسیا دى: ډېرى مفسرانو روايت كړى، چې د مكې بوتپالو، رسول الله د بوتانو له غوسې ډاراوه او ويل يې: بد يې مه وايه او پرخلاف يې څه مه كوه، چې لېونی به دې كړي او زيان در رسوي. دا آيت رانازل شو او ځواب يې كړل. كه څه د آيت شأن نزول، د ويل شوي روايت له مخې، د بوتانو د غوسې په باب دی؛ خو د آيت مفهوم دومره پراخه دى، چې د غير الله هر ډول ګواښ رانغاړي او د حق د لارې لارويانو او رښتينو مؤمنانو ته يو زېرى دى؛ په تېره په هغو چاپېريالونو كې، چې دوى لږكي دي او له هر لوري تر ګواښ لاندې دي. دا آيت ډاډمنتوب او ثبات وربښي، روحيه يې پياوړې كوي او ګامونه يې ټينګوي او د دښمنانو د ګواښونو اروايزې اغېزې یې خنثی كوي. انسان د بوسو د ډكي په څېر د پېښو توپانونه يې هرې خوا ته وړي راوړي. شونې ده، دا ډكى په يوې پاڼې يا ماتې تختې ونښلي او توپان دواړه له ځان سره يوسي. ان كه له ونې سره مخ شي؛ نو كله ونه هم له بيخه رانړوي؛ خو كه پر ستر غره ورشي؛ نو هېڅ توپان يې له ځايه خوځولاى نشي. دا غر، هماغه پر الله ايمان دى او پاتې تړاوونه پر غير الله ډډه وهل دي. ددې آيت منځپانګې ته پاملرنه او ورباندې ايمان، انسان ته سرباندې مړانه او پر ځان ډاډمنتوب وربښي او خاطر يې اراموي، چې د پېښو پروړاندې د غره په څېر مقاومت وكړي او د دښمنانو له ډېرښته ونه ډارېږي. د ملګرو له كمښته ونه ډار شي او سخت كړكېچ يې تلولى او كاواكه نه كړي.[1912] د توحيد په رڼا كې، يو لامل هم موحد د غير الله بندګۍ او مريتوب ته راښكوداى نشي. د الله بندګي له غير الله (ان ځاني غوښتنو) له بنده ازادي او حريت دى؛ ځكه دغسې مؤحد، د هغه الله بنده دى، چې په هرځاى كې سوب- حاضر او څارن دى او موحد خپلې ټولې چارې ورپرېښې دي. دغسې انسان په الهي ځانګړې لارښوونه؛ نور زبېښلى، ښكېلولى او مريی كولاى نشي، چې باطل یې د خوارۍ او سپكاوي لامل شي او خپلې نمانځنې او عبودیت ته يې اړ كړي؛ ځكه موحد له لايزال الهي ځواك سره تړاو لري، چې له هېڅ ځواكه نه ډارېږي، چې له لامله یې نور وستايي، غوړه مالي يې وكړي او په پايله كې ځان سپك كړي او داچې خپل ژوند او روزي د نورو په لاس كې نه ويني؛ نو د وررسېدو لپاره ځان نه مريي كوي.[1913]

((اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ =))

42_د خوب مرموزه نړۍ: د خوب حقيقت څه دى او څه كېږي، چې انسان ويده كېږي؟ په دې باب پوهان پرېمانه ويينې او مخونې لري؛ خو د توكيزې اندنې (مادي تفكر) له مخې پوهان د خوب له څرګند تفسيره بېوسې دي. دوى د اروا خپلواکی اصالت نه مني؛ نو پر دغسې توکیزه اندنه د خوب مساله څرګندولاى نشي؛ حال دا خوب مخكې تردې چې يوه جسمي ښكارنده وي، يوه روحي ښكارنده ده، چې بې د روح له سمې پېژندنې، تفسير يې ناشونى دى. قرآن حکیم مجيد په دې آيت كې؛ خوب ته خورا دقيق تفسير راوړى او ويلي يې دي، چې خوب له بدنه د روح يو ډول بېلتون دى؛ خو نه پوره بېلتون. په دې توګه، چې كله د الله په امر، د روح وړانګې له بدنه راټولېږي او پر جسم يوازې كمرنګې وړانګې لګي؛ نو د درك او شعور غونډال له كاره لوېږي او انسان له حس او حركته پاتېږي؛ كه څه يوه برخه فعاليتونه؛ لكه د زړه ټوپونه، د وينې ګرځېدنه، ساه اخستل او د هاضمې د غونډال فعاليتونه، چې ژوند غځونې ته اړين دي، دوام مومي، دلته د ((رؤيا = خوب ليدو)) مهمه موضوع هم روښانېږي. ډېر دې داسې خوبونه، چې كټ مټ يا په څه لنډ توپير په دباندنۍ نړۍ کې واقع كېږي. توکیز تفسيرونه، ددې ډول خوبونو له علت او مخونې بېوسې دي؛ خو روحي تفسيرونه يې ښه څرګندولاى شي. د انسان روح له تنه د بېلتون او د ارواحو له نړۍ سره د تړاو په وخت كې د تېر او ګاندې ډېرى حقايق درك كوي او همدا، د رښتيونو خوبونو بنسټ دى. تردې آيت لاندې، چې كوم روايات راغلي، ښه ترې څرګندېږي، چې په اسلام كې خوب، د ارواحو د نړۍ پر لور يون بلل شوى او ويښوالى، بدن ته د روح راستنېدا او له سره ژوند دى. له علي (ك) په يو یو روایت کې راغلي: ((نه ښايي مسلمان په جنابت كې ويده شي، پاك او په اوداسه كې دې سملي. كه اوبه يې ونه موندې؛ نو تيمم دې وكړي؛ ځكه د مؤمن روح د متعال الله لور ته ورخېژي؛ نو يې مني او بركت وركوي، كه د عمر پاى يې رارسېدلې وي؛ نو د خپل رحمت په زېرمو كې يې ساتي، كه نه له يوې ډلې پرښتو سره يې (چې ورسره په امانت و) راپاڅوي او روح يې بدن ته ورستنوي)).[1914]

((وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ =))

45_ هغوى د الله له نامې ډارېږي: نه بايد و انګېرو، چې دا آيت د رسول الله د پېر په مشركانو پورې ځانګړى و؛ بلكې په هر زمانه كې، تياره زړي بې لاري شته، چې د الله د دښمنانو او الحادي ښوونځيو د نامو او د ظالمانو د بريا په اورېدو خوشحالېږي؛ خو د نېكانو او پاكانو نامې اورېدل او كړلارې او برياوې يې ورته دردناكې دي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت په هغو كسانو تفسير شوى، چې د اهل بيتو د فضايلو يا يې د ښوونځي له لاروۍ له اورېدو خپه كېږي.[1915] اوس هم ليدل كېږي، چې ځينې وګړي چمتو نه دي، چې د قرآن حکیم، موعظو، احكامو، احاديثو او د اهل بيتو د فضايلو د يادولو په غونډو كې برخه واخلي او كه په كوم دليل هم ګډون وكړي؛ نو ناخوښه دي؛ خو كه د ګناه غونډې ته وبلل شي، په خورا شور ځوږ او هركلي ور درومي.[1916]

((وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ =))

47_ بيخي یې ګومان نه كاوه: ددې آيت له مخې، كافران په قيامت كې له داسې چارو سره مخېږي، چې ددې چارو وضع يې له انګېرنو ور هاخوا ده، نه داچې داسې څيزونه به وويني، چې ګروهه یې پرې نه درلوده. مشركانو له پېغمبرانو او مؤمنانو اورېدل، چې الله د بندګانو كړنو ته حساب او تله لري او كافرانو ته اور او رنګارنګ عذابونه په پام كې دي، بيا يې خپل اورېدلي، چې څه یې په ذهن كې وو (؛ يعنې د دنيا اور، د دنيا عذاب او د دنيا تله او حساب) ورسره پرتله كول؛ خو چې په قيامت كې له الهي عذاب سره مخ شي؛ نو و به ويني، چې تر هغه خورا ستر دى، چې په دنيا كې يې په ذهن كې تېرېده. دا آيت د الهي عذاب په ستاينه كې د سجدې سورت د 17 آيت په څېر دى، چې د جنتيانو د نعمتونو په ستاينه كې وايي: ((نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدله كې ورته پټ كړاى شوي، هېڅوك پرې خبر نه دي. . .))[1917]

((قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ =))

53_ الله ټول ګناهونه بښي: ددې آيت په تعبيراتو كې ځيرنه راښيي، دا آيت ګناهګارانو ته خورا هېلمنوونكی آيت دى. د آيت رانغاړنه تردې بريده ده، چې له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((په ټول قرآن حکیم كې، تر[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا] آيت خورا رانغاړونكی نشته)) په ټوليز ډول د روزنيز چار پر لار پرته مهمه ستونزه داده، چې د تېرو بدو كړنو له لامله د ګناهګارۍ ننګېرنه – احساس دى، په تېره داچې ګناهونه درانه وي، تل له انسان سره دا فكر وي، چې كه وغواړي له خپلې لارې واړوي او د الله لارې ته ورستون شي، څنګه ځان له تېرو درنو مسووليتونو خوشي كړاى شي. دا ستونزه د قرآن حکیم په فرهنګ كې هواره شوې او حقيقي توبه له تېرو د بېلتون يوه غوڅه وزله او د نوي ژوند پيلامه ګڼل شوې ده. په دې توګه قرآن حکیم، هر انسان ته په هرو شرايطو کې او د مسووليت له هر ډول پېټي سره، د الهي لورنې ورونه پرانستې دي. ژوندۍ بېلګه يې همدا آيت دى، چې په ډول ډول لطيفو تعبيرونو، ګناهګاران د الله لوري ته بولي او ورسره ژمنه كوي، چې ځانونه يو مخې له تېرو جلا كولاى شي. له رسول الله (ص) په يو روايت كې لولو: ((چې څوك له ګناه توبه وباسي، د هغه په څېر دى، چې ګناه یې كړې نه ده))؛ البته الهي لورنې ته ستنېدا، بې قيدو شرطه نه ده؛ ځكه الله حكيم دى او بې حسابه چار نه كوي او كه ټولو ته يې د لورنې غېږ پرانستې ده او تل يې ځان ته رابولي؛ نو په بندګانو كې يې د تابيا شتون هم اړين دى. هم بايد په ټول وجود ستنېدا وغواړي او دننني انقلاب او بنسټيز اوښتون پيدا كړي او هم تر ستنېدا روسته، د خپل ايمان او ګروهو بنسټونه له سره ورغوي، چې د ګناهونو د توپان له وجهې نړېدلي ول او هم په صالحو كړنو خپلې روحي بېوسۍ او اخلاقي كمزورۍ جبران كړي؛ البته هومره، چې تېر ګناهونه درانه وي؛ بايد ډېرې ښې كړنې وكړي او په دې توګه تېره تياره په نوراني كړنو جبران كړي.[1918]

((أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَى علَى مَا فَرَّطتُ فِي جَنبِ اللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ =))

56_ جنب الله: ((جَنب)) په لغت كې د اړخ پر مانا دى او هر څيز، چې د بل څيز ترڅنګ كېښوول شي ورته ويل كېږي. په دې آيت كې ((جنب الله)) د ټولو هغو چارو پر مانا دى، چې د پالونكي په اړخ كې او ورپورې اړوند دي: حكم يې، اطاعت يې، ورنژدېدل، او له لوري یې نازل شوي اسماني كتابونه، ټول په همدې مانا كې راځي. په دې توګه، په دې برخه كې تفریط او كمى هغه ټولې کوتاهۍ او لنډونونه رانغاړېږي، چې د الله حكم د منلو، د اسماني كتابونو د لاروۍ او په پېغمبرانو او امامانو پسې د ورتلو په باب وي. په ګڼ شمېر رواياتو كې ((جنب الله)) په امامانو تفسير شوى دى. له امام كاظم څخه په يو روايت كې لولو: ((جنب الله، امير المؤمنين، علي کرم الله وجهه او همداراز ترده روسته لوړ مقامي وصيان يې دي، تردې چې امر (مشرتوب) روستي تن ته ورسي))؛ البته دا تفسيرونه څرګند مصداقونه دي؛ ځكه په ډاګه ده، چې د امامانو د ښوونځي لاروي، د رسول الله لاروي او د الله د حكم اطاعت دى؛ ځكه دوى له ځانه څه نه وايي.[1919]

((لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ =))

63_ د اسمان او ځمكې كونجيانې: ((مَقَالِيدُ)) د ((مقليد)) جمع ده. معمولاً دا تعبير مالكيت يا پر يو څيز لاسبرۍ ته يوه كنايه ده؛ لكه چې وايو: ددې چار كونجي له پلاني سره ده؛ نوځكه شونې ده، آيت هم په مالكيت كې د الله وحدانيت ته اشاره وي او هم په تدبير او ربوبيت كې يې وحدانيت ته او هم يې پر هستۍ واكمنۍ ته اشاره وي له همدې لامله بې درنګه دغسې پايله اخلي: ((او هغوى چې د الله له آيتونو منكران شوي، زيانمن دي)) ځكه د ټولو خير ښېګڼو او بركتونو آريزه چينه يې پرېښې او په ګډوډو لاريو كې سرګردان او کړانده شوي او له هغه يې مخ اړولى، چې د اسمان او ځمكې ټولې كونجيانې ورسره دي او په داسې بېوسيو موجوداتو پسې تللي، چې په مطلق ډول يې له وسې څه پوره نه دي.[1920] ځينو مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي: كونجي دوه ډوله چورلي: په يو چورلېدو ور پرانځي او په بل يې بندوي. د نړۍ د زېرمو كونجي له خدايه سره ده او مؤمنانو او حقپالو ته د رحمت زېرمې پرانځي؛ خو پر باطل پالو كافرو يې وربندوي او يوه زېرمه هم له باطلو او كفر سره همغږې نه ده.[1921] بل ټكى داچې دعا د الله د رحمت د ورونو له مهمو كونجيانو ځنې ده، له امام صادق نه په يو روايت كې راغلي: ((ډېره دعا وكړه؛ ځكه د هرې لورنې كونجي او د هرې اړتيا د پوره كولو لامل دى)).

((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ =))

65_ كه مشرك شوې؛ نو كړنې دې پوپنا كېږي: دلته پوښتنه كېږي: آیا شونې ده، الهي ستر پېغمبران د شرك لار خپله كړي؟ چې دا آيت په دې غاړه – لحن ورسره خبرې كوي. ځواب يې څرګند دى: پېغمبران به كله هم مشركان نشي؛ كه څه له وسې يې پوره ده. پاكلمنتوب د ځواک او واك د سلب پر مانا نه دى؛ بلكې داچې د معرفت او پوهاوۍ كچه يې لوړه ده او د وحې له سرچينې سره نېغ او همېشه اړيكه لري؛ نو دا چارې لاملېږي، چې ان يوه شېبه يې هم د شرك فكر په ذهن كې را و نه ګرځي. يو پوه او ځيرك طبيب، چې د يوې زهري مادې له اغېز ښه خبر دى؛ نو بيخي شونې نه ده، چې د اندیز اعتدال په حال كې يې وخوري. د آيت موخه دا ده، چې ټولو ته د شرك د ګواښ اهميت ورياد كړي، چې خلك پوه شي. داچې الله له خپلو سترو پېغمبرانو سره دغسې خبره كوي؛ نو د نورو مكلفيت خو څرګند دى. همدا مانا له امام رضا نه په يو روايت كې راغلې: ((له دې ډول آيتونو مراد، امت دى؛ كه څه مخاطب رسول الله (ص) دى)).[1922]

((وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ =))

67_ الله لكه چې وړ دى، پېژندلى يې نه دی: د الله تعالى سم نه پېژندل، د شرك سرچينه ده، چې څوك پوه شي، الله له هر پلوه بې پايه او نامحدود دى او ټول ژوي يې پنځولي او ان دا ژوي د خپلې هستۍ دوام ته هره شېبه د پاک څښتن د وجود فيض او بركت ته اړين دي، د هستۍ تدبير او د ټولو ستونزو د غوټو پرانستل او ټول ارزاق يې په ځواكمن لاس كې دي او ان كه كوم شفاعت هم كېږي، په اجازه به يې وي؛ نو غير الله ته به مخه نه كړي. څه چې په موټي كې نيول كېږي، ((قبضه)) ورته وايي او معمولاً مطلق واک او پر يو څيز د پوره سلطې كنايه ده؛ لكه چې په ورځېنيو خبرو كې وايو، پلانى ښار مې په لاس كې دى يا پلانى ملك مې په قبضه كې دى. ((مَطْوِيَّاتٌ)) د ((طى)) له مادې د رانغاړلو پر مانا دى، چې كله د عمر د تېرېدو يا له يوه څيزه د تېرېدو كنايه هم ده. دا تعبير د انبيا سورت په 104 آيت كې په ډاګه راغلى: ((پر هغه ورځ، چې اسمان داسې ونغاړو؛ لكه چې په دفتر كې پاڼې تاوول كېږي)) چاچې پاڼې تاوې كړې وي او په ښي لاس كې يې نيولې وي؛ نو ښه پوره تسلط او لاسبري پرې لري، په تېره د ((يمين)) ټاكنه په دې پار ده، چې غالب خلك مهم كارونه په ښي لاس كوي او ډېر قوت پكې ننګېري. دلته دا پوښتنه اوڅارېږې، چې ايا په دې دنيا كې ځمكه او اسمان د الله د واک په قبضه كې نه ده. ځواب دادى، چې د قيامت پر ورځ تر بل هر مهاله د څښتن واک ښه څرګند دى، چې د څرګندتيا نهايي پړاو ته رسي.[1923]

((وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ =))

68_ د مرګ و ژوند چغه: د قرآن حکیم مجيد په پرېمانه آيتونو كې ((په شپیلۍ كې پو كولو)) موضوع ته اشاره شوې ده. له دې آيتونو ګټنه كېږي، چې دوه ځل په شپیلۍ كې پوكل كېږي؛ يو ځل د نړۍ په پاى كې، چې ټول ژوي مري او دا د مرګ پوكى دى، بل ځل د قيامت په درشل كې، چې ټول مړي راژوندي كېږي او دا د ژوند پوكى دى. د آيتونو له ظاهر سره ښه سازګار دادى، چې په شپیلۍ كې پوكل كنايي اړخ نه لري؛ بلكې په رښتيا په شپیلۍ كې پوكل كېږي؛ خو څرګنده ده، چې دا يوه عادي شپیلۍ نه ده: يوه ستره كړيكه ده، چې ټول اسمان او ځمكه نيسي او د ټولو ژونديو ژویو د مړينې لاملېږي يا ټول په خوځښت راوړي او د ژوند یې لاملېږي. له امام سجاد نه په يو روایت كې لولو: ((شپیلۍ، يو ستر ښكر دى، چې يو سر او دوه لوري لري او د كوزنۍ لوري (چې د ځمكې خوا ته ده) تر پاسنۍ لوري (چې د اسمان خوا ته ده) واټن يې د اوو مې ځمكې له تله د اوم اسمان تر څوكې هومره دى او د مخلوقاتو د ارواحو په شمېر سوري پكې دي او خوله يې د اسمان او ځمكې ترمنځ د پراخوالى هومره ده)). په احاديثو كې راغلي، چې د ((اسرافيل)) په نامه د الله يوه مقربه پرښته په شپیلۍ كې پوكل كوي. له ځينو روايتو ګټنه كېږي، چې اسرافيل د الله خورا مقربه پرښته او ړومبى پرښته ده، چې آدم ته یې سجده وكړه؛ البته د امام سجاد له روايته ګټنه كېږي، چې اسرافيل د مرګ شپیلۍ پوكوي او روسته پخپله اسرافيل هم مري او د ژوند شپیلۍ پخپله پالوونكى پوكوي. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې د لومړۍ او دويمې شپیلۍ ترمنځ واټن څلوېښت كاله دى؛ خو ايا دا كلونه د نړۍ د عادي كلونو په څېر دي که د قيامت د كلونو او ورځو په څېر دي، چې هر ورځ يې له پينځو سوو زرو كلونو سره انډول ده؛ نو دا راته سمه څرګنده نه ده[1924]. داچې له لومړي پوكي روسته څه پېښېږي، له علي (ك) په يوه راغلي روايت كې لولو: ((په شپیلۍ كې پوكل كېږي او له بدنه ساوې وځي، ژبې ګونګېږي، لوړ دنګ غرونه او ټينګ ګټونه داسې ميده كېږي، چې له لرې د لړزانو سرابو په څېر معلو مېږي او ابادۍ پر وچو ډاګونو اوړي[1925])) خو په دې تفسير كې، چې دې آيت، په ړومبي پوكلو كې يوه ډله له مرګه استثنا كوي، دوه احتماله نشته: لومړى داچې كه وانګېرل شي، الله تعالى بې له دې اسمانونو او ځمكه په بل ځاى كې مخلوقات لري؛ نو په اړه يې دا استثنا ګڼلاى شو؛ ځكه آيت وايي، چې په اسمانونو او ځمكې كې ټول كسان مري او د هغو مخلوقاتو په باب خبرې نه كوي، چې شونې ده بې له دې اسمانونو او ځمكې په بل ځاى كې وي. دويم داچې ويلاى شو، مرګ په جسمونو پورې اړوند دى او چې روح له تنې بېل شي، تنه مري؛ خو روح نه مري او ښايي د آيت استثنا د ارواحو په اړه وي. د اهل بيتو ځينې روايات هم دويم احتمال تاييدوي[1926].

((وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ =))

69_ ځمكه د پالوونكي په رڼا، رڼا كېږي: د آيت ددې برخې په تفسير كې، دوه نظره ښه مناسب دي: 1_ د پالوونكي له رڼا مطلب، حق او عدالت دى، چې الله پر هغه ورځ د ځمكې مخ پرې رڼا كوي. علامه مجلسي په دې باب وايي: ((يعنې ځمكه د قيامت پر ورځ د پالوونكي په وينا رڼا كېږي؛ ځكه نياو او عدالت د ځمكې رڼا ده)). 2_ مراد ترې د پردو څنډې ته كېدل، د اشياوو د حقايقو او له خير و شره د انسانانو كړنې، اطاعت او سرغړونه او د حق او باطل راښكاره كېدل دي او هله يو څه ښكاره كېږي، چې رڼا وي او بېشكه الله پخپله په قيامت كې د حقايقو رابرسېروونكى دى؛ نو د ټولو څيزونو حقايق د الله له لوري په يوې رڼا راښكاره كېږي. بل ټكى داچې په ځينو رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي (عج) په پاڅون تفسير شوى دى. پام مو وي، چې دا روايات يو ډول تطبيق او پردې مانا ټينګار دى، چې د امام مهدی د پاڅون پرمهال، نړۍ د قيامت د نندارې يوه بېلګه كېږي او (تر هغې چې د دنيا طبيعت يې مني) د مهدي عليه السلام په همت به قسط و عدل پر ځمكه واكمن شي.[1927]

سورة غافـر

د غافر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو کې رالنډولاى شو: ١- الهي اسما الحسنى ته پاملرنه، په تېره په زړونو کې ډار او هيله راټوکوي. ٢- په دنیوي او اخروي عذابونو د جباروکافرانو ګواښل. ٣- د موسى علیه السلام او فرعون د داستان يوه برخه. ٤- د قيامت يو انځور. ٥- توحيد او د شرک نفې. ٦- رسول الله(ص) صبر او زغم ته رابلل کېږي (نمونه، 20: 4 مخ)4_ د كافرانو له واک ښوونې و نه ترهېږئ: د آيت موخه داده، چې رسول الله او د اسلام د پيل مؤمنانو ته (چې ډېرى یې بېوزلي ول) ورياد كړي، چې هسې نه د ظالمو كافرانو مالي شونتياوي، سياسي او ټولنيز ځواك یې پر حقانيت يا واقعي ځواك يو دليل وګڼي. تاريخ ښوولي، چې دا ډول وګړي تر كو مې كچې د الهي مجازاتو پروړاندې كمزوري او بېوسي ول؛ لكه د سيلۍ پروړاندې د مني مړاوې پاڼې. د قرآن حکیم په ډېرو آيتونو كې له دې خبرې سره مخېږو، چې بېوزلي مؤمنان دې هډو و نه انګېري، چې له ظالمو او بې ايمانه وګړيو يا ډلو سره پراخې شونتياوې پر نېكمرغۍ يا يې د كار د پاى د بريا نښه ده. لنډ اندو ته، چې دا ډول انګېرنې پيدا كېږي؛ نو قرآن حکیم يې ابطال ته د تېرو اقوامو تاريخ ږدي او په مصر كې د فرعون، په بابل كې د نمرود او په عراق، حجاز او شاماتو كې د نوح، عاد او ثمود اقوامو څرګندو بېلګو ته ګوته نيسي، چې هسې نه بېوزلي مؤمنان كمښت او كمزوري وننګېري او د بې ايمانه ظالمانو له واک ښوونې وترهېږي يا سست شي؛ البته د الله قانون دا نه دى، چې چا سر غړونه وكړه؛ نو سملاسي سزا وركړي؛ بلكې ډېر وخت داسې هم كېږي، چې ازمېښت ته يا په كفر او ګناه كې د كافرانو او ګناهګارانو لا ورډوبېدو ته نعمتونه وربښي، چې د راستنېدا ټولې لارې پرې وروتړل شي.[1928]

((الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ =))

7_ د عرش پورته كوونكې پرښتې ايمانوالو ته دعا كوي: دا آيت له يوې خوا مؤمنانو ته وايي، چې يوازې تاسې نه ياست، چې د الله عبادت كوئ او درنه مخكې د الله مقربې پرښتې او د الله د عرش باروونكې او ترې راچاپېره پرښتو يې ستاينه كړې او كوي يې او بلخوا كافرانو ته ګوتڅنډنه كوي، چې ايمان راوړل يا نه راوړل مو مهم نه دي او الله ستاسې ايمان ته څه اړتيا نلري. له درېيمې خوا مؤمنان خبروي، چې په نړۍ كې يوازې نه ياست؛ كه څه د خپل ژوند په چاپېريال كې لږه كي وسئ. د هستۍ پياوړي غيبي ځواكونه او د پالوونكي د عرش باروونكې مو ملاتړې او دعا درته كوي او تل له ستر خدايه غواړي، تاسې په بښنې او پراخې لورنې كې راونغاړي، له ګناهونو مو درتېر او د دوزخ له عذاب مو بچ كړي. په دې آيت كې، د الهي عرش باروونكې، مؤمنانو ته دعا دود ورزده كوي: د پالوونكي په نامه تمسك او ځان ورنښلول، الله د جمال او جلال په صفاتو يادول، له رحمت او بې پايه علمه يې مرسته غوښتل، دعا پيلول او د اهميت په اوډون د خپلو اړتياوو د پوره كولو غوښتنه او له هغو شرايطو سره نژدېدل، چې د قبلولو لاره چاره چمتو كوي او ورپسې دعا د الله د اوصافو او جلال په يادونې او بيا يې پر رحمت باندې په توسل سره پاى ته رسول.[1929]

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ =))

10_ د الله غوسه، پر خپلو ځانونو ستاسې تر غوسې ډېره زياته ده: د آيت ددې برخې په تفسير كې دا مناسب په نظر رسي، چې كافرانو په نړۍ كې د خپل ځان په باب ستره میرڅي- دښمني وكړه؛ ځكه د توحيد بلوونكي يې و نه منل او نه يوازې د الهي ښيون له ډيوو یې مخ واړو؛ بلكې ماتې يې كړې؛ نو ايا تردې له ځان سره سخته دښنه كېږي، چې انسان د ځاني غوښتنو د لاروۍ او د دنيا د څو ورځو له متاع نه د برخمنېدو په پار، پر خپل مخ د تلپاتې نېكمرغۍ لار وتړي او د ابدي عذاب ورونه پرانځي؟![1930]

((قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِّن سَبِيلٍ =))

11_ دوه ځل مړه كول او دوه ځل راژوندي كول: له دوه ځل مړه كولو مطلب، د عمر په پاى كې مړينه او د برزخ په پاى كې مړينه ده او د دوه ځل ژوندي كولو مطلب، برزخي بياژواكي او د قيامت بياژواكي ده. څرګندنه داچې كله انسان ومري، د برزخي ژوند په نامه يو بل ژوند پيدا كوي، هماغه ژوند، چې شهيدان يې لري؛ لكه چې الله وايي: ((بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (آل عمران _169) = بلكې دوى ژوندي دي او د خپل پالوونكي په نزد روزي وركول كېږي)) هماغه ژوند، چې رسول الله او امامان يې لري، سلام مو اوري او ځوابوي يې؛ همداراز هغه ژوند، چې د آل فرعون په څېر سرغړاندي يې لري او ګهيځ او ماښام عذاب وكول كېږي: ((النَّارُ رُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا (غافر_46) = عذاب يې اور دى، چې هر ګهيځ او ماښام وروړاندې كېږي.)) بلخوا پوهېږو، چې د نړۍ په باب او د لومړۍ شپیلۍ په پوكولو، نه يوازې انسانان، چې ټولې پرښتې او په مثالي بدنونو كې د مړيو ارواح مري: ((فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ[1931]= نو څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، مري او بې له الله بل څوك نه پاتېږي.)) په دې توګه موږ يو جسماني ژوند لرو او يو برزخي ژوند. د عمر په پاى كې، له جسماني ژونده مرو او د نړۍ په پاى كې، له برزخي ژونده. همدغسې په دوو مړينو پسې دوه ژونده لرو: برزخي ژوند او د قيامت ورځې ژوند.[1932]

((رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ لِيُنذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ =))

15_ په خپل حكم، چې وغواړي په خپلو بندګانو روح ورنازلوي: په دې آيتونو كې له شته قراينو او له ځينو ورته آيتونو ګټنه كېږي، چې په دې آيت كې له روح نه مطلب، قرآن حکیم او وحې ده، چې د زړونو د ژوند لامل او په انساني بدن كې د روح په څېر دى؛ هغه روح، چې د ژوند؛ خوځښت، جهاد او پرمختګ لامل دى او كه وينو، چې په ځينو رواياتو كې، روح په دې آيت كې په ((روح القدس)) تفسير شوى او پېغمبرانو او امامانو ته ځانګړى په ګوته شوى؛ نو څه ټكر او تضاد نلري؛ ځكه ((روح القدس)) هماغه سپېڅلى روح او لوړ مانيز مقام دى، چې په پوره بڼه په پېغمبرانو او پاکلمنو امامانو كې شته او ډېر کېږي، چې په نورو وګړيو كې يې د وړانګې څرك ولګي او چې كله د روح القدس فيض ورسره مرسته وكړي؛ نو مهمې الهي چارې كوي[1933].

((يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ =))

16_ هغه ورځ، چې دوی ټول راښكاره كېږي: ددې غونډلې مانا دا نه ده، چې په نړۍ كې خلك له خدايه پټ وي او په آخرت كې ورته ښكاره كېږي؛ بلكې پخپله همدوى ته ددې مطلب ورڅرګندېدل دي؛ ځكه پر هغه ورځ اسباب او خيالي وزلې (؛ لكه شتمني او واک، چې خلك ځان ته راكاږي، چې دوى یې په تدبير او ربوبيت كې د الله د واكمنۍ او وحدانيت له كړۍ غافلول) ټولې لرې كېږي، د انسان ظاهر او باطن او ياد او هېر يې د محشر په ډګر كې په ډاګه كېږي. هلته د هستۍ حقيقي پاچا يې ښكاره كېږي او د الله له لوري غږ كېږي، چې ((نن د چا واكمني ده)) او له خپل لوري يې ځوابوي، چې ((د يو او زورور الله[1934]))

((وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ =))

18_ هغه ورځ، چې زړونه تر تالو رارسي: ددې غونډلې په څرګندنه كې يې ويلي، چې انسان په سخته تنګسه كې راګېر شي، ننګېري، چې زړه يې له خولې راوځي! عرب دا حالت په ((بلغت القلوب الحناجر)) تعبيروي او ښايي زموږ په نزد يې انډول دا وي، چې زړه تر تالو رارسېدلى؛ كه نه څرګنده ده، چې زړه د وينې د خپرندويه مركز په مانا بيخي له خپل ځايه نه خوځي او تالو ته نه رسي. شونې ده، زړه د ساه كنايه وي؛ يعنې ساه يې تر تالو رارسېدلې؛ ته وا روح يې سوكه سوكه له تنې وځي او يوازې ډېر لږ يې پاتې دى. په هر حال له حساب وكتاب پرېشاني او د ټولو مخلوقاتو په مخ كې له رسوايۍ ډار او په الهي دردناك عذاب كې راګېرېدل (چې تېښته ترې ناشونې ده) پر انسان داسې يو حالت راولي، چې په خوله ويل كېداى نشي.[1935]

((وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ =))

18_ د چا سپارښت كېږي او د چا نه: د قرآن حکیم له آيتونو او د پاكلمنو امامانو له رواياتو ګتنه كېږي، هغوى چې پر الله ايمان لري او له رسول اكرم او اهل بيتو سره يې دښمني درلودلې نه وي، په سپارښت كې رانغاړېږي؛ البته ځينې وګړي د خپلو نېكو مخينو په پار ژر له دې الهي لورنې برخمنېږي او ځينې په ځنډ؛ خو په پاى كې دا د رحمت دريمڅه ورپرانستل كېږي. داچې په ځينو رواياتو كې لولو، چې څوك د يو بڅري هومره ايمان لري، شفاعت يې كېږي؛ خو په ځينو رواياتو كې لولو، چې ستر ګناهونه د شفاعت خنډېږي؛ نو دا يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ ځكه د دويمې لړۍ رواياتو مطلب دادى، چې دا ګناهونه لاملېږي، انسان په مودو مودو په عذاب كې پاتې شي او له شفاعته بې برخې وي؛ نه داچې له آره يې شفاعت ونشي[1936]. له رسول الله(ص) په يو روايت كې لولو: ((يو بنده د خپلو ګناهونو د يوې ګناه په پار سله كاله [له جنته] ځنډنى كېږي. حال دا خپلې كورنۍ ته ګوري، چې په نعمتي جنت كې ده[1937])). همدغسې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((. . . د الله سزا کوشنۍ مه بولئ، چې ځينې له پولې اوختو ته تر درې لکو كلونو عذابېدو روسته زموږ شفاعت ور رسي[1938])). له روايتو ګټنه كېږي، چې كفر، شرك، له پېغمبر او كورنۍ سره يې دښمني او د ولايت نه منل يې په پرېكوني ډول انسان به د شافعانو له شفاعته بې برخې كړي؛ خو ځينې ګناهونه لاملېږي، جې انسان تر ډېرو مودو له شفاته بې برخې پاتې شي او پر الهي عذاب اخته وي؛ لكه د عفت له چوكاټه اوختل يا د لمانځه سپك ګڼل. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې ځينې چارې د شفاعت د ګړنديتوب لاملېږي؛ لكه په ايمان او توحيد كې اخلاص او نږه توب، ډېرې سجدې، پر پېغمبر او آل يې درود ويل او ورسره د مينې ښوول او همداراز له ايمانوالو سره مينه او چوپړ يې، د قرآن حکیم زده كړه، پر ديني احكامو عمل، د نورو د عذر منل او تېرېدنه او پر سختيو او تنګسو صبر كول.

((يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ =))

19_ خاينې سترګې: په يو روايت كې لولو، چې امام صادق رحمة الله علیه ددې آيت د مانا په اړه وپوښتل شو، و يې ويل: ((كله انسان يو څيز ته ګوري؟ خو داسې ښيي، ورته نه ګوري؟! دا د خيانت كتل دي))؛ البته د سترګو خيانت ډول ډول دی: كله د سترګو په اشاره وي، چې نور سپك كړي او خوګانې پكې ومومي يا داسې اشارې، چې د شيطاني دسيسو سريزه وي. كله په پټه د خلكو نواميسو ته ليدل وي او د داسې څيزونو ليدل، چې ليدل ورته منع دي[1939]. په يو روايت كې راغلي: (((په غیر عمدي ډول نامحرم ته) لومړى ليدل، تا ته دي (په دې پار سزا نه دركول كېږي)؛ خو دويمه ليدنه دې په زيان ده)). نوځكه نا محرم ته دويم ځل كتل حرام دي او له ((خائنة الاعين)) څخه مطلب همدا دى.[1940]

((وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ=))

26_ جنايت مخونې ته د فرعون دوه پلمې: فرعون د موسى علیه السلام د وژنې د هوډ مخونې ته خپلو درباريانو ته دوه دلايل راوړل؛ لومړي دليل مانيز اړخ درلود او بل توکیز. لومړى يې وويل: ((ډارېږم، چې دين مو بدل كړي)) البته دين د فرعون له نظره، د ده او نورو بوتانو نمانځنه وه. بيا يې وويل: ((يا به په دې سيمه كې فساد جوړ كړي))؛ يعنې كه نن چوپ شم او څه موده روسته ورسره پر مبارزه لاس پورې كړم؛ نو ډېر پلويان پيدا كوي او سخته نښته رامنځته كوي، چې په هېواد كې به د وينې توييدو، فساد او نا آرامۍ لامل شي. د فرعون له نظره، فساد، د ښكېل شويو ولسي پرګنيو ازادۍ ته استكباري ضد انقلاب، د بوتپالنې د اثارو محو او لرې كونه او د توحيد بياژواكي وه. همېش ظالمان او مفسدان د خپلو جناياتو مخونې او له الهي مېړنیو سره د مبارزې لپاره دا دوه دروغجنې پلمې راوړاندې كوي، چې نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ كې د دغسې مخونو بېلګې تر سترګو كېږي.[1941]

((وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ =))

28_ د آل فرعون مؤمن: د قرآن حکیم له آيتونو همدومره ګټنه كېږي، چې دا له فرعونيانو ځنې يو تن و، چې پر موسى علیه السلام یې پټ ايمان راوړى و؛ په زړه كې يې د الله له پېغمبر سره مينه وه او ځان يې د ده ملاتړ او دفاع ته مؤظف ګاڼه. نوموړی هوښيار، ځيرك، وخت پېژاندى او د پياوړي منطق خاوند و، چې په حساسو شېبو كې يې د موسى علیه السلام ملاتړ ته ورودانګل او لكه څنګه چې په دې آيتونو پسې راځي، هغه يې د وژنې له خطرناكې دسيسې وژغوره. په رواياتو او د مفسرينو په خبرو كې یې، په اړه ډېرې ځانګړنې راغلي؛ لكه ځينو ويلي، چې نوموړی د فرعون د تره يا توړۍ (خاله) زوى و او د ((آل عمران)) تعبير يې پر همدې مانا شاهد بللى؛ ځكه معمولاً دا تعبير خپلوانو ته كارېږي؛ كه څه دوستانو او شاوخوا ته هم ويل كېږي. ځينو روایت كړى، چې هغه د فرعون د زېرمو زېرموال و. له رسول الله په يو روايت كې لولو: [ د سترو الهي پېغمبرانو ړومبي تصديقوونكي درې تنه ول: ((حبيب نجار)) يا د آل يس مؤمن؛ هماغه، چې د (انطاكيه) خلكو ته يې وويل: ((د الهي استازيو لاروي خپله كړئ. ورپسې ولاړ شئ، چې بدله درڅخه نه غواړي)) او ((حزقيل)) يا د آل فرعون مؤمن او علي بن ابى طالب او دى تر ټولو غوره دى.[1942]]

((وَلَقَدْ جَاءكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءكُم بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ =))

34_ هغه پېغمبر، چې تر موسى علیه السلام وړاندې فرعونيانو ته ورغلى و: د آل فرعون مؤمن د فرعون د ټبر او د فرعونيانو په زړونو كې د ورننوتو او له زړونو يې د ښاڅمنۍ – كبر او كفر د دوړو د څنډلو لپاره د خپل تاريخ يوه برخه ورياده كړه؛ هغه تاريخ، چې دومره واټن یې ترې نه درلود، اړيكې او تړاوونه يې شلېدلي نه ول. د يوسف علیه السلام د نبوت پېښه يې ورڅرګنده كړه، چې د موسى علیه السلام له نیكونو ځنې و. د يوسف علیه السلام له بلنې سره يې د هغوى چلن اوڅار كړ او و یې ويل، چې د يوسف علیه السلام تر وفات روسته یې د ځانمتوب د غځېدا په پار سرسختي او ځېل وكړ او همېش شكمن ول او ددې لپاره، چې له هر ډول مكلفيته خلاص شي، و یې ويل، چې په يوسف علیه السلام پسې به بل پېغمبر رانشي[1943]. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې يوسف علیه السلام د مړينې پرمهال بني اسرائيل خبر كړل، چې تر ده روسته به د فرعونيانو په ولكه كې راښكېل شي او د زامنو سرونه به يې ورپرې كړي او نجونې به يې مينزې كړي او ژمنه يې وكړه، چې له زامنو به يې د ((موسى بن عمران)) په نامه يو تن پېغمبر شي او د فرعونيانو واكمني به وځپي او بني اسرائيل به وژغوري. له همدې لامله بني اسرائيل دغسې ورځې ته سترګې پر لار ول او فرعونيان، چې له دې موضوع خبر ول، سخت د موسى علیه السلام له راښكاره كېدو ترهېدل. په هر حال، خلكو موسى علیه السلام په هغه پېر كې پېژانده[1944].

((وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ =))

38_ رښتوني او دروغجن لارښودان: په 29 آيت كې مو ولوستل، چې فرعون د آل فرعون مؤمن خبره پرې كړه او و یې ويل: ((زه يوازې هغه ((مصلحت)) درښيم، چې وينم یې او بې له سمې لارې بله نه درښيم)). هو! دا د تاريخ په اوږدو كې د ټولو ظالمانو حال اوروي، چې تل یې خپل نظر ته سم نظر وايه او د خپلې ګروهې پروړاندې يې بل ته د نظر څرګندولو اجازه نه وركوله، په انګېرنه يې، پخپله يومخې عقلمن ول او نور مطلق بې عقله او ناپوهان، چې دا خورا ناپوهي او حماقت دى[1945]. دا آيت وايي، چې د آل فرعون مؤمن د فرعون د خبرې مقابله وكړه او دروغ يې وګڼله او و یې ويل: ((راپسې راشئ، چې سمه (او د ودې) لار دروښيم)) او د غونډې برخوال يې پوه كړل، چې د فرعون په چلي خبرو و نه غولېږئ، چې كړلارې یې په ماتې او بدمرغۍ پاى مومي. لار دا ده، چې وايم یې؛ د تقوا، توحيد، الله نمانځنې او په پېغمبر پسې د ورتلو لار[1946].

((مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ =))

40_ د نر او ښځې برابري: بېشكه ښځه او نر له جسمي او روحي پلوه توپيرونه لري؛ نوځكه د ټوليزو منصبونو په لاس ته راوړو كې توپير لري. او له آره هر چار د يو چا له وسې پوره وي؛ خو دا هر يو پردې دليل نه دى، چې د نر او ښځو انساني وګړه – شخصیت سره توپير لري يا يې د الله پروړاندې مقام لاندې باندې دى. او له دې اړخ دواړه پوره يو شان دي او په همدې دليل د دواړو پر وګړې او مانيز مقام يوازې د ايمان او صالحو كړنو كچه واكمنه ده، چې د بنيادم د دواړو جنسونو (نر او ښځې) د لاسرسي شونتيا ورته يو رنګ ده. دې آيت په ډاګه دا حقيقت رابرسېره كړى او د هغو ډنډورچيانو خوله وربندوي، چې په تېر يا اوس كې د ښځې د انساني وګړې په هكله شكمن ول يا د نارينه له انساني مقامه په ټيټ مقام ورته قايل وو. همدا راز په دې مهمې ټولنيزې موضوع كې د اسلام سول- منطق په ډاګه كوي او جوتوي، چې د لنډ اندو د انګېرنو پرخلاف، د اسلام دين د نارينه وو دين نه دى او څومره چې په نارينه وو پورې اړوند دى، په ښځينه و پورې هم دى. دواړه كه له ايماني انګېرو مرسته واخلي، په يوه كچه به سپېڅلى ژوند ولري او دواړه د الله په درشل كې له يو ډول ثوابه برخمنېږي او ټولنيز موقعيت به يې هم يو د بل په څېر وي؛ خو داچې په ايمان او صالح عمل كې يو پر بل لوړاوى ولري.[1947]

((فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ =))

44_ الله ته د چار ورسپارل: پر الله توكل او د خپل چار د ورسپارلو د اهميت په باب همدا بس، چې له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((ايمان څلور اركان لري: پر الله توكل، د خپل چار ورسپارنه، پر الهي قضا راضي كېدنه او د الله حكم ته غاړه ايښوونه.)) امام صادق رحمة الله علیه ويلي: ((چې څوك خپل چار الله ته ورپرېږدي، په ابدي سوكالۍ او تلپاتې بركتي ژوند كې دى او چې څوك په رښتيا خپل چار الله ته ورپرېږدي، تردې اوچت دى، چې د غير الله په باب سوچ او غور وكړي))؛ البته الله ته د چار ورسپارلو مانا دا نه ده، چې انسان له هڅو لاس واخلي؛ بلكې په دې مانا ده، چې خپله وسه دې پوره وكاروي او چې د الله له سختو خنډونو سره مخ شو، و نه ډار شي او زړه ماتی نشي؛ بلكې خپل چار الله ته وروسپاري او په ټينګ هوډ خپلو هڅو ته دوام وركړي.[1948]

((فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ =))

45_ د آل فرعون مؤمن پايله: د ((سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا)) تعبير راښيي، د آل فرعون مؤمن ته يې ډول ډول دسيسې جوړې كړې؛ خو قرآن حکیم څرګندې كړې نه دي. طبعاً ډول ډول سزاوې، ربړونې او په پاى كې وژنه او په دار ځړول و، چې الهي لورنې دا ټولې خنثى كړي دي. په ځينو تفاسيرو كې راغلي، چې ځان یې په مناسب وخت كې موسى علیه السلام ته ورورساوه او له بن اسرائيلو سره له سينده تېر شو. همدغسې ويل شوي: فرعونيانو یې چې د وژنې هوډ ونیو، غره ته وتښتېد او پټ شو؛ البته دا دواړه خبرې يو له بل سره په ټكر كې نه دي او شونې ده، ړومبى له ښاره دباندې پټ شوى وي، چې روسته له بني اسرائيلو سره يوځاى شي. همداراز شونې ده، د فرعونيانو د دسيسې يوه برخه دا وه، چې پر بوتپالنې يې وساتي او د توحيد له ليكې يې واړوي، چې الله هم له دې بچ كړ او د ايمان، توحيد او تقوا په بهير كې يې ټينګ وساته[1949].

((النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ =))

46_ د برزخي نړۍ په جوتولو كې يو بل آيت: يو له هغو آيتونو ځنې، چې د برزخي نړۍ شتون راښيي، همدا آيت دى. تردې آيت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((دا آيت، چې د كوم عذاب په باب خبره كوي، په دنيا او د قيامت ورځې تر رارسېدو مخكې دى؛ ځكه د قيامت اور، ګهيځ او ماښام نلري. كه په قيامت كې يوازې ګهيځ او ماښام په عذاب شي، ددې دواړو [دنيا او آخرت] ترمنځ به له نېكمرغانو ځنې وي. داسې نه ده. دا تر قيامت وړاندې په برزخ پورې اړوند دى. ايا د الله خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: [پر كومه ورځ، چې قيامت شي وايي: فرعونيان ډېر سخت عذاب ته ورننباسي[1950]]))

((إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ =))

51_ د پېغمبرانو او مؤمنانو مرسته: دا آيت د الله پرېكنده دود او سنت ته اشاره لري او هغه ((په دنيا او آخرت كې له پېغمبرانو او مؤمنانو د الله ملاتړ)) دى؛ داسې ملاتړ، چې ډول ډول برياوې را اخلي؛ په سول – منطق او وينا كې بريا، په جګړو كې بريا، پر ناباندیو- مخالفانو د الهي عذاب ورلېږدل او پوپنا كول يې او غيبي مرستې، چې زړه غړیالی – غښتلى او روح پياوړى كوي؛ دلته دا پوښتنه كېږي، چې ولې يو شمېر پېغمبران او مؤمنان، كافرانو وژلي او تېرى پرې شوى دى؟ ځواب يې يو ټكي ته په پاملرنې څرګندېږي؛ د بريا د مفهوم په ارزونه كې، د ډېرى خلكو د سنجونې كچه، ډېره تنګه او محدوده ده. بريا يوازې په دې كې بولي، چې انسان دښمن پر شا وتمبوي او څو ورځې حكومت وكړي[1951]؛ خو د الله ژمنه تردې هاخوا يو څيز دى. د الهي ژمنې مانا داده، چې پېغمبران د خپلې بلنې د جوتولو لپاره په دليل او منطق كې (په معجزو او. . .) ملاتړي شي؛ ځكه پر حق دي او حق ناماتى دى او له خپلو دښمنانو سره په مبارزه كې به مرسته ورسره وشي؛ په ظاهري بريا يا په كسات؛ لكه چې الله د يوسف سورت په 110 آيت كې واي: [ (پېغمبرانوخپلې بلنې ته او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې پېغمبران نهيلي شول او(خلكو) ګومان وكړ، چې دروغ ورته ويل شوي، په دې وخت كې پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو و مو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب مخه نشي اړول کېداى. ])) همدغسې په آخرت كې به يې هم ملاتړ وشي؛ لكه چې د تحريم سورت په 8 آيت كې لولو: [ مؤمنانو! الله ته (ټينګه په اخلاص او) د زړه له کو مې توبه وكاږئ، هيله ده (په دې كار) مو پالونكى ستاسې ګناهونه ورژوي او (جنتي) بڼونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پر هغه ورځ الله (خپل) پېغمبر او هغوى چې پرې ايمان راوړى، نه خواروي؛ رڼا به يې په مخ او ښې اړخونو کې ځغلي (او) وايي (به): ((پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او موږ وبښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې.))] البته مؤمنان هم د خپلو مشرانو؛ يعنې پېغمبرانو په څېر، د الله له لوري ملاتړ كېږي؛ لكه چې د آل عمران په 139 آيت كې لولو: [ اوكه مؤمنان ياست، ناغېړي مه کوئ او مه غمجنېږئ او همدا تاسې لاسبري ياست. ] البته له پېغمبرانو او مؤمنانو سره مرسته يو ټولیز حكم دى، چې په يو مطلب پورې تړلى دى؛ داچې پېغمبران داسې بندګان دي، چې الله رالېږلي او مؤمنان د الله پوځيان دي او په حكم يې عمل كړى او په لار كې يې جهاد كوي، تردې چې پر همدې دود پاتې شي؛ نو مرسته ورسره كېږي او بریمنېږي؛ خو كه له ايمانه يوازې نامه او له الله او پېغمبرانو سره تړاو يوازې تشې خبرې وي؛ نو نه ښايي انسان د الله له لوري مرستې ته هيلمن وي[1952].

((فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ =))

55_ بښنه غوښتل: په ډاګه ده، چې رسول الله (ص) د عصمت او پاكلمنتوب د مقام په پار پر ګناه نه اخته كېږي؛ خو په قرآن حکیم مجيد كې د اسلام د رسول الله او نورو الهي پېغمبرانو په باب ددې ډول تعبيراتو كارونه، نسبي ګناهونو ته اشاره ده؛ ځكه كله د عادي وګړيو ځينې كړنې، چې عبادت او حسنات شمېرل كېږي؛ خو د سترو پېغمبرانو په باب ګناه ګڼل كېږي، يوه شېبه غفلت او ان يو ((ترك اولى)) ورسره نه ښايي او دوى د خپل اوچت مقام او د معرفت او پوهاوي د لوړې كچې په پار بايد له دې ټولو چارو خوندي وي او كه كله دغسې پرېښوونه ترې وشي؛ نو بښنه دې وغواړي.[1953] همداراز ويل شوي، چې د پېغمبر له ګناه مطلب، د امت ګناه يې ده او الله، رسول الله ته د امت د ګناهګارانو د شفاعت اجازه وركړې؛ نوځكه د آيت مانا داسې كېږي د خپل امت ګناهګارانو ته دې بښنه وغواړي او شفاعت يې وكړه.[1954]

((وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ =))

60_ و مې بلئ، چې د عا مو قبوله كړم: له دې آيته څو ټكي ګټنه كېږي: 1_ د الله د خپلو بندګانو دعا ښه ايسي او پخپله يې غواړي، و یې بلئ. 2_ تر دعا روسته، د قبلېدو ژمنه وركړل شوې؛ خو پوهېږو، چې دا يوه مشروطه ژمنه ده او نه مطلق. هغه دعا قبلېږي، چې په دعا، دعا كوونكي او چې څه غواړي، لازم شرايط پكې راټول شوي وي. 3_ پخپله دعا يو ډول عبادت دى؛ ځكه تر آيت لاندې عبادت ورته ويل شوى دى. په يو روايت كې لولو، يو يار يې امام صادق رحمة الله علیه وپوښت: د هغو دوو تنو په هكله څه ویاست، چې جومات ته ورننوتل، يو ډېر لمونځ وكړ او بل ډېره دعا؛ كوم يو يې غوره دى؟ و یې ويل: ((دواړه ښه دي)) و یې ويل: پوهېږم؛ خو كوم يو غوره دى؟ امام وويل: ((هغه غوره دى، چې ډېره دعا وكړي، ايا د متعال الله خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: [و مې بلئ، چې دعا مو قبوله كړم] هو! دعا، ستر عبادت دی.)) له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي: ((د الله په نزد تردې غوره نشته، چې څه ورسره دي، ترې وغوښتل شي او د الله هغه ډېر بد ايسي، چې په عبادت كې كبر وكړي او څه چې له الله سره دي، و يې نه غواړي.)) دلته شونې ده، دا پوښتنه اوڅار شي، چې ولې ځينې دعاوې نه قبلېږي. په ځواب كې يې ويلي، چې دا چار ډول ډول علتونه لري؛ لكه په تنګسه كې راګېر، له كار او هڅې لاس واخلي او په دعا يې لاس پورې كړى وي، چې الله یې ستونزه هواره كړي، چې بېشكه په دې حال كې به يې دعا قبوله نشي؛ يا داچې انسان داسې دعا وكړي، چې په خير يې نه وي؛ لكه كله يو رنځور يا کوشنی خواړه غوړي، كه غوښتنه يې پوره شي رنځوري يې زياتېږي او ان ژوند يې په خطر كې وي. لوراند الله په دغسې ځايونو كې په ظاهر كې دعا نه قبلوي او آخرت ته يې ورزېرموي. په دې باب له امام صادق رحمة الله علیه نه يو روايت شوى: ((. . . چې څوك الله رابولي، دعا يې قبلوي؛ البته د ظالم دعا پخپله همده ته ورګرځي، تردې چې توبه وكاږي؛ خو هغه تن، چې دعا يې د قبلېدو وړ ده، چې دعا وكړي، الله يې دعا قبلوي او كړاوونه يې له داسې ځايه ورلرې كوي، چې نه پوهېږي؛ يا داچې د اړتيا ورځې ته يې پرېمانه بدله په دغسې بدلې ورزېرموي او كه د بنده غوښتنه ورته ښه نه وي، له قبلولو يې ډډه كوي[1955])).

((اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ =))

64_ ښكلى يې انځور كړې: په لومړۍ كتنه كې، پر نورو ژویو او څارويو د انسان د ظاهري جوړښت امتياز او ځانګړنه څرګنده ده: موزون قامت، ښكلې او په زړه پورې بڼه، په نهايت پېینه – نظم او ټينګښت. همدا ځانګړى جوړښت ورته شونتيا وركوې، چې په ډول ډول چارو، ظريفو او درونو صنايعو لاس پورې كړي او د ډول ډول غړيو په درلودو سوکاله او اسانه ژوند وكړي او د ژوند له نعمتونو ګټه واخلي. انسان د غالب څارويو پرخلاف (چې په خوله خوراك څښاك كوي) په خپل لاس په ځيرنه او ظرافت خوراك څښاك را اخلي او په خوله كوي او دا د پاكو خوړو په ټاكنه كې پرېمانه لاسنيوی كوي، مېوې په اسانۍ سپينوي او هغه برخې ترې يوې خوا ته كوي، چې ګټنه ترې نه كېږي. ځينو مفسرانو، دلته بڼه، ظاهري او باطني دواړه ښوولې ده او هغه ډول ډول استعدادونو او ذوقونو ته اشاره بولي، چې الله په بنيادم كې پنځولي او له دې اړخ يې پر نورو ساكښو غوراوى وركړى دى[1956].

((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى مِن قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ =))

67_ يو شمېر انسانان دې پړاو ته له وررسېدو وړاندې مري: شونې ده، دا غونډله زړښت ته له وررسېدو وړاندې اشاره وي يا د انسان د پنځون ټولو پړاوونو ته اشاره وي؛ يعنې د ژوند هر يو پړاو (وړكتوب، ځواني او يا زړښت) ته له ورسېدو وړاندې د مرګ شونتيا شته. دا ټكى هم پاموړ دى، چې دا ټول پړاوونه په ((ثم)) يو له بله عطف شوي، چې له واټن سره مل د اوډون نښه ده، بې له روستي پړاوه؛ يعنې د ژوند پاى ته رسېدل، چې په ((و)) عطف شوى دى. شونې ده، د تعبير توپير په دې پار وي، چې همېش د عمر پاى ته رسېدل به تر زړښت روسته نه وي؛ ځكه ډېر ځوانان مري او ان يو يې هم زړښت ته نه رسي يا ان ځينې ځوانۍ ته له وررسېدو وړاندې مري؛ نوځكه ډېر لازم دي، چې انسانان (په تېره ژڼي- ځوانان) د خپل عمر له پانګې ښه كار واخلي؛ ځكه دا يې ستره انساني پانګه ده او د لاسه وتو د وخت په اړه يې هېڅ معلومات نه لري[1957]. له رسول اكرم (ص) نه په يوه روايت كې لولو: ((الله، يوه پرښته پنځولې، چې هره شپه راكېوځي او غږ كوي: اى شل كلونو! هڅه وكړئ، اى دېرش كلونو! هسې نه د دنيا ژوند مو تېر باسي، اى څلوېښت كلونو! د خپل پالوونكي ليده كاتو ته مو څه چمتو كړي دي. اى پنځوس كلونو! ډاروونكى درغى، اى شپېته كلونو! يوه كرنه ياست، چې د لو وخت يې رانژدې شوى دى، اى اويا كلونو! تاسې بولي؛ نو قبوله یې كړئ، اى اتيا كلونو! قيامت تاسې ته دى او غافل ياست. بيا وايي: كه ركوع كوونكي بندګان، عاجز نارينه، تیخور ماشومان او د څړڅاروي نه وای؛ نو بېشكه سخت عذاب درتله))[1958].

((مِن دُونِ اللَّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُو مِن قَبْلُ شَيْئًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ =))

74_ دروغجن معبودان؛ بې ګټې نمانځي: بېشكه لكه چې په نورو آيتونو كې هم راغلي، دروغجن معبودان په جهنم كې دي او لرې نه ده، چې له خپلو نمانځونكيو سره وي؛ خو په دې پار، چې هېڅ ونډه او اغېز نه لري؛ ته وا ورك او ترى تم شوي دي. بيا كافران ويني، چې د بوتانو پر نمانځنې یې منښته پر تنديو يې د ننګ تور داغ دى؛ نو منكرېږي او وايي: ((موږ له دې وړاندې دا څيزونه نمانځلي نه دي)) دا خو يوازې اوهام او خيالات ول، چې موږ واقعيت ګڼل او نن راته په ډاګه شوه، چې دوى بې مسما نامې او بې مانا او بې مفهوم الفاظ ول، چې نمانځنه یې تش بېلارېتوب او چټيات ول؛ نوځكه دوى يو نانټی واقعيت څرګندوي. د آيت په تفسير كې يو بل احتمال هم شته، چې دوى ځكه دروغ وايي، چې ځان له رسوايۍ بچ كړي؛ لكه چې د انعام سورت له (22 تر 24) آيتونو كې لولو: [ او(درياده كړه) هغه ورځ چې موږ دوى راټول كړو، بيا مشركانو ته ووايو: ((چېرې دي ستاسې هغه معبودان، چې له الله سره مو سيالان ګڼل؟)) (ولې مو مرستې ته نه رادانګي) بيا به یې ځواب او عذر يوازې دا وي: ((پر هغه الله قسم، چې زموږ پالونكى دى، موږ خو مشركان نه وو!)) وګوره چې څرنګه پرخپلو ځانو (هم) دروغ تپي او څه یې چې په دروغو د الله سيالان ګڼل، ترې ورک شول[1959]!]

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاء أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ =))

78_ د الهي پېغمبرانو شمېر: ډېرى مفسرانو، ددې آيت په تناسب، د الهي پېغمبرانو د شمېر په باب يوه ويينه اوڅار كړې او ډول ډول روايات يې روايت كړي. له رسول الله (ص) او امامانو د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، د الهي پېغمبرانو شمېر 124 زره تنه دي. له امام رضا رحمة الله علیه نه په يوه حديث كې راغلي، چې رسول الله وويل: ((عزوجل الله 124 زره تنه پېغمبران پيدا كړل، چې زه تر ټولو الله ته ګران يم؛ په عين حال كې وياړ نه كوم او الله 124 زره تنه وصيان پيدا كړل، چې الله ته تر ټولو علي ګران او غوره دى.)) له رسول الله(ص) نه په يو بل حديث كې د 124 زره شمېرې روسته لولو: ((پينځه تنه يې الوالعزم ول: نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او محمد)) (عليهم السلام)[1960].

78_ باطل پالي به زيانمن شي: په يو روايت كې لولو، چې د مدينې په ښار كې يو ((ټوكي)) و، چې خلك یې خندول او كله يې ويل، چې دې سړي (منظور څلورم امام) ستړى كړى يم؛ تر اوسه مې خندولی نه دی. يوه ورځ امام تېرېده، ټوكي ورمخې ته شو او د امام چپن يې له اوږو راپورته كړه او ولاړ. امام څه توجه و نه كړه. ملګري یې ورپسې ورغلل او چپن يې ترې واخسته او د امام پر اوږو يې واچوله. امام وويل: ((دا څوك و؟)) وويل شول: يو ټوكي دى، چې مدينه مېشتي خندوي. امام وويل، ورته ووياست: ((الله يوه ورځ لري، چې باطل پالي به پكې زيانمنېږي)).[1961]

((فَلَمَّا جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون =))

83_ په پوهې مغروران: ددې سورت ګڼ شمېر آيتونه، د ډېرى خلكو د انحراف او بدمرغۍ آريزه سرچينه كبر او لويي معرفي كړې ده؛ هغه لويي، چې كله د مالي شونتياوو له شتونه يا د وګړيو له ډېرښت او پوځي ځواكه راولاړېږي او كله د لږ شانته پوهې درلودل، چې پرېمانه یې ګني. ددې مطلب ژوندۍ بېلګه په خپل پېر او تر علمي او رغاویز- صنعتي برياوو روسته په توکیزو پرمختللو ټولنو كې وينو. پوهېږو دين ته په شا كولو او الحادي ښوونځيو ته په مخه كولو كې يو اغېزمن دليل یو همدا علمي لويي ده، چې په روستيو پېړيو كې د طبيعي علومو يو شمېر پوهانو ته ورپيدا شوې ده. د طبيعت د خوالو په راسپړلو او د پوهې د دريڅې په موندلو دومره مست او مغرور شول، چې و یې انګېرل، په نړۍ كې يوازې هغه څيزونه شتون لري، چې دوى پوهېږي او داچې الله يې په خپلو ازمېښتونونو كې په سترګو و نه ليد، د نټې لار يې ونيوه. دا علمي لويي دومره پراخه شوه، چې دين او پر پېغمبرانو وحې يې د ناپوهۍ يا د بشر د ډار زېږنده وبلله او زياته يې كړه، چې د علم د غوړېدا پېر په رارسېدو نور دين ته څه اړتيا نشته؛ خو له ښه مرغه، چې دا مستي او لويي ډېره موده پاتې نشوه او نور لاملونه رادبره شول او پردې بې بنسټو انګېرنو يې د بطلان كرښه راښكوده. پرلپسې نړېوالې جګړې د ډول ډول اخلاقي او ټولنيزو مفسادو راښكاره كېدل، نادودې، وژنې، اروايیز رنځ او ډول ډول مالي او ناموسي تېريو وښووله، چې بشري علوم په يوازې ځان د نادودو مخه نيواى نشي او نه يې نيولې ده. بلخوا په علومو كې پرېمانه معماوې را پيدا شوې، چې انسان یې ځان له حلولو بېوسې وليد او پروړاندې يې پراخې نړۍ راښكاره شوې او انسان يې ځان له پېژندو بېوسې وكوت؛ نو دا چارې لامل شوې، چې بشر بيا د پېغمبرانو ښوونو ته لاس وروغځوي او ګڼ شمېر بيا د وحې سيوري ته ورستانه شي او د پېغمبرانو په لارښوونو كې ددې مرګونې رنځوريو درملنه ولټوي. په دې ترڅ كې اسلام په ځانګړو، پرمخیوني او هر اړخيزو ښوونو نوى راښكاره شوى او د اصيل او رښتوني اسلام پېژندو ته خوځښتونه پيل شوي دي. هيله ده، مخكې تردې چې يو ځل بيا يو شمېر نړیوال په الهي قهر ككړ شي، دا ويښتيا سرتاسري شي او د لويي او كبر اغېزې وركې كړي[1962].

سورة السجده

د سجدې سورت ټوليزه منځپانګه: داچې دا مکي سورت دى؛ نو د مكي سورتونو آريز ليكې؛ يعنې د مبداء، معاد، زېري او ګواښنګرى ويينې رااخلي او څو برخې دى: 1_ تر هرڅه وړاندې د قرآن حکیم د ستریا خبره كوي. 2_ په اسمان او ځمكه كې د الله تعالی د نښو په هكله ويينه لري. 3_ له خاورې، اوبو، څاڅكي او الهي روح د انسان د پنځون او د پوهې او علم د زده كړې د وزلو د وركړې ويينه. 4_ د قيامت او ترې مخكې پېښو (؛ يعنې مرګ) په باب خبرې كوي. 5_ د زېري او ګواښنګري په اړه اغېزمن او لړزوونكي ويينې لري. 6_ د بني اسرائيلو تاريخ ته لنډه اشاره لري. 7_ د تېرو امتونو حالاتو او دردناك برخليك ته يې اشاره كړې ده. 8_ بيا توحيد او د الله تعالی د عظمت نښو ته ورستنېږي. 9_ د ځيلې دښمنانو په ګواښنې پاى مومي.[1963]

((يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاء إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ =))

5_ زر كلنه ورځ: مفسرانو ددې سورت په تفسير كې ډول ډول خبرې اوڅار كړي؛ خو نورو آيتونو ته په پامنيوي او كوم روايت، چې د آيت په تفسير كې راغلی، ښکاري، چې د آيت مطلب دا وي، الله تعالی دا نړۍ پيدا كړې، اسمان او ځمكې ته يې په ځانګړي تدبير نظم وركړى، انسانانو او نورو ژويو ته يې د ژوند جامې ور اغوستي؛ خو د نړۍ په پاى كې دا تدبير له منځه وړي، لمر تياره او ستوري تتېږي او د قرآن حکیم په وينا: ((پر هغه ورځ، چې اسمان د طومار په څېر رانغاړو (بيا) يې هماغسې، چې هستونه مو پيل كړې ورګرځوو)) او ورپسې نوى طرح او ښه پراخ نړۍ پيلېږي. دا مانا د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې هم راغلې ده[1964]. دا تعبيرات او نور، چې وايي په پاى كې د ټولو چارو پايله الله تعالی ته ورګرځي[1965]، څرګندېږي، چې دا آيت هم د پيل، تدبير، د نړۍ د پاى او د قيامت د ورځې د جوړېدو خبره كوي؛ نوځكه د آيت مفهوم داسې كېږي، الله تعالی ددې نړۍ چار له اسمان، د مانا له نړۍ او د پالونكي له قربه د كوزنۍ نړۍ پر لور تدبيروي او بيا دا ټول د قيامت پر ورځ پر لور يې ورستنېږي. شونې ده له هغو زرو كلونو مطلب، چې د هستۍ چارې د الله تعالی پر لور پورته وردرومي، د قيامت له پينځګونو پړاوونو وي؛ ځكه د معارج سورت په 4 آيت كې لولو: ((پرښتې او روح پر هغه ورځ، چې د پنځوس زررو كالو هومره ده، پر لور يې ورخېژي)) په يو روايت كې لولو، چې امام صادق وويل: ((په قيامت كې پنځوس تمځي دي، چې هر تمځى ددې كلونو په شمېر زر كاله دى)) بيا يې د معارج سورت دا آيت ولوست: ((هغه ورځ، چې د پنځوس زرو كالو هومره ده)).[1966]

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ =))

11_ د مرګ پرښته: د قرآن حکیم له ګڼ شمېر آيتونو ګټنه كېږي، چې الله تعالی ددې نړۍ چارې په يو شمېر پرښتو تدبيروي(نازعات_5)؛ ځكه ((الهي سنت)) پردې ولاړ دى، چې خپله اراده او غوښتنه په وزلو پلې كړي. په دې ترڅ كې يو شمېر پرښتې د وګړيو ساګانې اخلي[1967] او په سر كې يې د مرګ پرښته ده. ددې پرښتې په باب، ګڼ شمېر روايات راغلي. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې راغلي: ((رنځورۍ او دردونه د مرګ استازي دي، چې د انسان عمر پوره شي، د مرګ پرښته راځي او وايي: د الله تعالی بنده! په خبر پسې مې څومره خبرونه او په استازي پسې مې څومره استازي درولېږل؟ خو زه روستى خبر يم او تر ما روسته بل خبر نشته. د خپل پالونكي بلنه په خوښه يا زور ومنه. دوی، چې ساه اخلي او د خپلوانو يې چغې شي، هغه غږ ګوي: پر چا ژاړي او چغې وهئ؟ پر الله تعالی ما يې د عمر په پاى كې ظلم ورباندې كړى نه دى او روزي مې یې خوړلې نه ده؛ بلكې پالونكي يې وباله؛ نو چې څوك ژاړي، بايد پر خپل ځان وژاړي او زه دومره راځم، چې يو تن مو هم مو پرېنږدم.[1968])) له ځينو روايتونو ګټنه كېږي، چې د مرګ د پرښتې نامه، ((عزرائيل)) دى[1969].

((إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ =))

15_ د واجبو سجدو آيتونه: دا آيت په قرآن حکیم مجيد كې د واجبو سجدو ړومبى آيت دى او چې څوك یې ټول ولولي يا يې له بله واوري، واجب دي، چې سجده وكړي؛ البته دې سجدې ته اودس واجب نه دى؛ خو واجب احتياط دا دى، چې تندى پر داسې يو څيز كېدي، چې سجده پرې سمه وي (؛ لكه خاوره او تېږه[1970]). انسان بايد په دې ډول سجده كې د سجدې كولو نيت ولري او داسې وي كه خلكو وليده، چې ووايي، سجده يې وكړه؛ خو چې د لمانځه په سجده كې كوم شرايط معتبر دي، پکار نه دي؛ لكه د عورت پټول، د هغه څه پاكوالى، چې سجده پرې كوي، د لاسونو او ځنګنونو له ځايه د سجدې د ځاى نه لوړوالى او پر ځمكه د كټې ګوتې لګول او په څېر يې؛ كه څه د احتياط لپاره ښه دي، چې دا چارې وشي. دا سجده ځانګړى ذكر نه لري او هم داچې تندى د سجدې په نيت پر ځمكه كېښوول شي، كافي ده د ((سبحان الله و الحمد لله)) په څېر ذكر ووايي؛ خو غوره دا ده، چې ووايي: ((لا اله الا الله حقاً حقاً، لا اله الا الله ايماناً و تصديقاً، لا اله الا الله عبوديّة ورقاً؛ سجدت لك يا رب تعبداً و رقاً، لا مستنكفاً ولا مستكبراً، بل انا عبد ذليل ضعيف خائف مستجير[1971])). درې نور آيتونه، چې واجب سجده لري دا دي: ((فضيلت_38، نجم_ 62، علق_ 19)).

16 او 17_ سترې بدلې، چې هېڅوك ترې خبر نه دي: د قيامت نړۍ تردې نړۍ خورا پراخه او ان په زيلانځ كې د جنين د ژوند پروړاندې تر دنیوي ژونده هم پراخه ده او موږ، چې د دنيا په څلورو ګوټونو كې را ايسار يو، راته نه پوهېدونې ده، موږ يې يوازې كومه خبره اورو او له لرې يوه شبحه وينو؛ خو چې د هغې نړۍ ليد پيدا نه كړو، پر اهميت يې پوهېدل راته ناشونې دي؛ لكه څنګه چې د مور په ګېډه كې ماشوم ته (كه د فرض له مخې، عقل او پوره هوښ يې هم درلود) ددې نړۍ پر نعمتونو پوهېدل ناشوني دي. له رسول الله(ص) نه په يوه روايت كې راغلي، چې الله تعالی وايي: ((خپلو صالحو بندګانو ته مې داسې نعمتونه چمتو كړي، چې نه سترګو ليدلي او نه غوږونو اورېدلي او د چا په خيال كې تېر شوي هم نه دي[1972])). تردې آيت لاندې، چې كوم روايات راغلي، په تېره د شپې پر لمانځه (چې په 16 آيت كې اشاره ورته وشوه) اډانه شوې ده. له امام صادق نه په يوه روايت كې راغلي: ((هر ښه چار ته په قرآن حکیم كې ثواب په ګوته شوى دى؛ خو كريم الله تعالی د شپې لمانځه ته د ستریا په پار يې ثواب په ګوته كړى نه دى. الله تعالی وايي: ((فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم))؛ البته په رواياتو كې نورو كړنو ته هم اشاره شوې، چې پر ثواب يې يوازې الله تعالی پوهېږي؛ لكه چې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك مؤمن په خېټه موړ كړي، بې له نړۍ پال؛ نور هېڅ مخلوق نه پوهېږي، چې په آخرت كې څه اجر لري.[1973]))

((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُن فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ =))

23_ موسى علیه السلام او الهي آيات: دا آيت، د موسى علیه السلام او بني اسرائيلو داستان ته لنډه او چټكه اشاره لري، چې پېغمبر او ړومبي مؤمنان ډاډمن كړي او د ځيلي مشركانو پروړاندې يې (چې په تېرو آيتونو كې اشاره ورته وشوه) صبر او پاينې ته راوبولي او مؤمنانو ته زېرى وركړي، چې په پاى كې به پردې ځېلي كافرانو لاسبري او د ځمكې مشران به شئ. داچې موسى علیه السلام يو ستر پېغمبر و؛ نو يهودو او مسيحيانو دواړو ايمان پرې درلود، له دې پلوه يوه انګېزه كېداى شوه، چې كتابيان اسلام ته ورمخه كړي. داچې د ضمیر مرجع څوک دی ((مِّن لِّقَائِهِ))، مفسرانو ډول ډول احتمالات اوڅار كړي. ځينو موسى علیه السلام ګڼلى؛ نوځكه مانا داسې كېږي: ای محمده! شكمنېږه مه، د موسى له روح سره به ليده كاته ولرې. ځينو ويلي، كتاب؛ او مطلب ترې قرآن حکیم دی؛ يعنې ای پېغمبره! داچې قرآن حکیم الهي وحې ده، په اړه يې شكمنېږه مه. ځينو ويلي، چې د ضمير مرجع الله تعالی دى او دا جمله دې ته اشاره ده، چې د معاد په باب بيخي شكمنېږه مه؛ خو ښکاري، چې ضمير، كتاب (تورات) ته ورګرځي او مفعولي اړخ لري، چې فاعل یې موسى علیه السلام دى؛ نوځكه په ټول كې د غونډلې مانا دا ده: شكمنېږه مه، چې موسى د اسماني كتاب لقاء ته ورسېد او و یې موندل، چې د پالونكي له درشله ورته القاء شوی و.[1974]

((وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ =))

24_ امر څه دى؟: دلته د ((امر)) په باب اختلاف شته، چې له امره منظور تشريعي امر (په شرع كې الهي سپارښتنې) يا تكويني امر (په هستۍ كې د الهي فرمان چلېدل) دي. د آيت ظاهر د لومړي مانا ښوونكې ده او د رواياتو تعبيرونه او مفسران هم همدا مانا انګېري؛ خو ځينې ستر مفسران يې د تكويني امر پر مانا انګېري. توضيح داچې هدايت په آيتونو او رواياتو كې په دوو ماناوو راغلى دى: ((د لارې ښوول)) او ((موخې ته رسول)) د الهي مشرانو هدايت هم په دواړو لارو دي. كله يوازې په كولو او نه كولو (امر او نهې) بسيا كوي او كله په چمتو زړونو كې د باطني نفوذ له لارې، مانيزو مقامونو ته يې رسوي. د قرآن حکیم په ځينو آيتونو كې ((امر)) د تكويني امر مانا ته كارول شوی؛ لكه د يس په 82 آيت كې: ((بېشكه (امر او) فرمان يې داسې دى كه كله يو څيز وغواړي (؛ نو) يوازې ورته وايي، چې: ((شه!))؛ نو (بس) شي)). په دې آيت كې د((يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا)) غونډله هم پر همدې مانا ده؛ يعنې هغوى داسې مشران ول، چې د پالوونكي په واک یې په چمتو ځانونو كې نفوذ كاوه او هغوى يې لوړو روزنيزو او انساني موخو ته وركاږل.[1975]

((وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

28_ د بريا ورځ: داچې له دې ورځې څه مطلب دى، څو احتماله شته: لومړى داچې مطلب د قيامت ورځ ده، چې د مؤمنانو او كافرانو ترمنځ بېلتون راځي، مؤمنان ابدي نېكمرغۍ او كافران همېشنۍ بدمرغۍ ته رسي. بل داچې له بريا منظور، په دې دنيا كې د نژدې عذاب څكل دي (چې په 21 آيت كې اشاره ورته وشوه) يا په دنيا كې له كافرانو كسات اخستل دي؛ نوځكه ځينو دا آيت د بدر پر ورځ تفسير كړى دى؛ ځكه د مشركانو ايمان تر وژنې او د الهي عذاب تر ليدو روسته، څه ګټه ورته نه درلوده. ځينو هم د مكې پر سوبې تفسير كړی؛ ځكه د سر سختو كافرانو ايمان (چې كلونه كلونه یې له رسول الله سره دښمني كړې وه) څه حقيقي ايمان نه و؛ بلكې د نفاق او دوه مخۍ له مخې و او پر ګټه يې نه و. ښايي له آيته منظور، د رسول الله او خپل امت ترمنځ يې الهي ورمندون وي، چې په آخر الزمان كې رامنځ ته كېږي او د يونس سورت 47 آيت ورته اشاره لري ((او هر امت ته يو استازى دى او چې استازى ورځي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېكړه كېږي او تېری پرې نه كېږي))؛ البته د 3 آيت له سياقه ګټنه كېږي، له سوبې او بريا منظور، په دنيا كې سوبه ده، نه په آخرت كې[1976]. ددې احتمالاتو په منځومال كې په نظر رسي، چې له ((يَوْمَ الْفَتْحِ)) مطلب، د ((استيصال عذاب)) را كوزېدل دي؛ هغه عذاب، چې د كفارو جرړه راباسي او ايمان راوړو ته يې نه پرېږدي. په بله وينا، استيصال عذاب، يو ډول ځانګړى دنیوي عذاب دى، چې له پوره غاړه خلاصونې روسته، د ګناهګار قوم ژوند ته د پاى ټكى ږدي.[1977]

 

سورة الشورى

د شورى سورت ټوليزه منځپانګه: وحې ددې سورت د ويينو چورلیځ دى او ترڅنګ يې توحيد، معاد، د مؤمنانواو کافرانو ځانګړنې او. . . اوڅار شوي دي.[1978]

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ =))

5_ نژدې دى آسمانونه د دوى له پاسه وچوي: دا غونډله په دوو بڼو تفسير شوې ده: لومړى داچې له وحې سره (چې د تېرو آيتونو د ويينې موضوع وه) په تړاو ده او په حقيقت كې له هغه مطلب سره ورته ده، چې د حشر سورت په 21 آيت كې راغلې ده: ((كه موږ دا قرآن حکیم پر كوم غره ورنازل كړى واى؛ نو هرومرو به دې هغه د الله تعالی له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى)). هو! دا د الله تعالی كلام دى، چې له آسمانونو يې رانازلېدل ورباندې لړزې راولي او نژدې دى، چې خواره واره یې كړي او كه په غرونو ورنازل شوى واى؛ نو چاودېدل؛ ځكه د الله تعالی له لوري يوه ستره خبره ده. يوازې دا د ځېلي انسان زړه دى، چې نه نرمېږي او غاړه ورته نږدي. بل تفسير يې دادى، چې نژدې دى، چې اسمانونه د شرك او د مشركانو بوتپالنې په پار (چې د ځمكې خورا ټيټ ژوي يې د هستۍ له پنځګر سره په يوه ليكه كې ګڼلي دي) وچوي.[1979]

((وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ =))

7_ ام القرى: شونې ده ددې آيت تر لوست روسته دا پوښتنه راولاړه شي، چې ايا د قرآن حکیم د نزول موخه، د مكې او چاپېريال د خلكو ډارول دي ايا دا تعبير د اسلام له نړيوالېدو سره په ټكر كې نه دى؟! يو ټكي ته په پاملرنې دا پوښتنه ځوابېږي او هغه داچې ((ام القرى)) د مكې يوه نامه ده، چې د ((ام)) او ((قرى)) له وییو- كلمو جوړه شوې ده: ((ام)) په آر كې د بنسټ، پيل او د هرڅيز د پيل پر مانا ده او مور ته ځكه ((ام)) وايي، چې دا ولادونو بنسټ او آر دى او ((قرى)) د ((قرية)) جمع او هر ډول ابادۍ ته وايي، كه ښار وي که ستر او کوشني ښارونه يا كلي او بانډې او په قرآن حکیم كې دې مانا ته ډېر لاسوندونه شته. اوس وينو، چې ولې یې مكه ((ام القرى)) (د ټولو اباديو مور او آر) نومولې ده. ددې پوښتنې په ځواب كې ((انعام_92)) څرګندنه ولولئ. پردې مطلب سربېره پام مو وي، چې اسلام سوكه سوكه خور شو: رسول الله لومړى مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان راوبلي؛ لكه چې د شعرا په 214 آيت كې لولو: ((او خپل نژدې خپلوان دې وډاره)) چې په دې توګه د اسلام هسته جوړونه ټينګه او پراختيا ته چمتو شي. په دويم پړاو كې مامور شو، چې د عربو ملت انذار كړي؛ لكه چې په ((فصلت_3)) كې، قرآن حکیم يو ((عربي كتاب)) ښيي او په ((زخرف_44)) كې هم راغلي: [او په رښتيا چې هغه (قرآن حکیم) تا او ستا قوم ته پند(ډېر لوړ شرف او عزت) دى] چې كله په دې قوم كې د اسلام ستنې ټينګې شوې؛ نو رسول الله(ص) مامور شو، چې نړيوال انذار كړي؛ لكه چې په ((فرقان_11)) كې لولو: ((ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته گواښنگرى وي.)) له همدې لامله، رسول الله د عربستان له ټاپوزمې دباندې د هغې ورځې د نړۍ سترو مشرانو ته ليكونه واستول او كسرا او قيصر يې اسلام ته راوبلل. همداراز د همدې كړلارې له مخې مسلمانان تر رسول الله (ص) روسته د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام تبليغ ته ولاړل او په نړۍ كې يې اسلامي ښوونې خپرې كړې[1980].

((وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ =))

10_ متعال الله تعالی؛ د اختلافاتو پرېكړه كوي: ځينې مفسران د آيت مفهوم په هغو اختلافاتو پورې اړوند بولي، چې د متشابه آيتونو په پوهاويو يا د شخړو او حقوقي چارو په باب شته. د آيت مفهوم پراخ دى او هر ډول اختلاف، چې په انسانانو كې د الهي پوهاويو، ګروهو، تشريعي احكامو، حقوقي او قضايي او نورو چارو په باب پېښېږي، بايد د وحې له لوري هوار كړاى شي. دا آيت په څرګنده دا حقيقت جوتوي، چې د خلكو د اړتيا وړ مسايل په قرآن حکیم او سنتو كې راغلي او هر ډول قياس او شعفي قانون جوړونه باطل دي؛ ځكه كه دا ټول احكام په كتاب او سنتو كې نه واى؛ نو د الله تعالی پرېكړې ته د ټولو اختلافاتو ور وړاندې كولو څه مانا نه درلوده.[1981]

((فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ =))

11_ هېڅ څيز د الله تعالی په څېر نه دى: دا غونډله، د الله تعالی تعالى د ټولو صفاتو د پېژندنې آريزه ستن ده، چې دې ته په نه پاملرنې د پالونكي پر يوه صفت هم پوهېداى نشو؛ ځكه د الله تعالی د پېژندنې د لارې د لارويانو د لارې پر سر پروت خطرناك ګړنګ، د ورته والي او تشبيه ګړنګ دى، چې الله تعالی په يوه صفت كې له مخلوق سره ورته وبولي، دا امر لاملېږي، چې د شرك په ګړنګ كې ولوېږي. په بله وينا، الله تعالی له هر پلوه بې پايه او نامحدود دى او بې له خدايه هرڅه، له هر اړخ محدود او را ايسار دي؛ د واک، پوهې، ژوند، ارادې، لورنې او دا د ممكناتو له نيمګړتياوو د الله تعالی سوتره او پاك ګڼل دي. په همدې دليل، ډېرى مفاهيم، چې د غير الله په باب جوت دي، هډو د الله په باب څه مانا نلري؛ لكه ځينې چارې اسانې او ځينې راته سختې دي، ځينې څيزونه رانه لرې او ځينې نژدې دي؛ ځينې پېښې مخكې شوي او ځينې په ګانده كې پېښېږي؛ همداراز ځينې اجسام، واړه او ځينې لوى دي. علت يې دادى، چې وجود مو محدود دى او د ژویو له خپلمنځي پرتلنې، په ذهن كې مو دغسې مفاهيم پيدا كېږي؛ خو هغه وجود، چې له هر پلوه بې نهايت دى او ازل او ابد يې رانغاړلى، دا ماناوې ورته انګېرل كېږي نه. د الله تعالی په باب لرې او نژدې نه انګېرل كېږي او هرڅه ورته نژدې دي، ستونزمن او آسان ورته نشته او ټولې چارې ورته اسانې دي. ګانده او تېر ورته نشته او ټول ورته حال دي؛ البته پر دې ماناوو پوهېدل هله شوني دي، چې ځير شو او ذهن له روږديو څيزونو تش كړو، له همدې لامله وايو، چې پخپله د الله تعالی د شتون پېژندل اسان دي؛ خو د صفاتو پېژندل يې ستونزمن دي[1982]. بېشكه الله تعالی يو موجود دى، چې له خيال، قياس، ګومان او وهم اوچت دى او د ذات انګېرنه يې راته ناشونې ده؛ ځكه هغه څيزونه راته انګېرېدونكي دي، چې په څېر مو یې ليدلي وي يا د ليدلو څيزونو له وېش او يوځاى كېدو لاس ته راشي؛ خو هغه چې سارى ونلري، په وهم او عقل كې مو نه ځايېږي، دومره پوهېږو، چې شته او په هستۍ كې يې كړنې او اغېزې وينو او له همدې اثارو او اغېزو يې پر ځانګړنو او اوصافو په لنډو پوهېداى شو. هېڅوك ان پېغمبرانو او پرښتې يې هم د ذات پر حقيقت پوهېداى نشي او پر همدې حقيقت منښته، د الله تعالی په باب د انسان د معرفت او پوهاوۍ روستی پړاو دى. د رسول الله دا حديث((موږ هاغسې ونه پېژنداه؛ لكه چې ددې د پېژندو حق دى)) څرګندوي. دليل يې هم څرګند دى؛ ځكه الله تعالی له هر اړخ يو بې نهايت او بې انتها شتون دى او بې له ده هرڅه، له هر پلوه محدود او متناهي دي؛ نوځكه ((الله)) له ((غير الله)) سره قياسولاى نشو او داچې زموږ وجود، عقل او فكر محدود دى؛ نو كله يې هم نامحدود حقيقت ته نه رسوو. پاموړ خو داچې په يو حديث كې لولو: يو تن، رسول الله (ص) د علم د لوړ پړاو په باب وپوښت، رسول الله وویل: ((د الله تعالی پېژندنه لكه چې وړ یې ده)) بيا يې وويل: ((داچې پوه شې، چې سارى نه لري او هغه ايكي يو معبود، پنځګر، وسمن، ړومبى، روستى، ښکاره او پټ وپېژنې، چې سارى نه لري؛ نو دا دى د معرفت الله حق))[1983].

((شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاء وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ =))

13_ اسلام؛ د الهي اديانو نچوړ: دا آيت دا حقيقت راڅرګندوي، چې توحيد ته د اسلام بلنه، څه نوې بلنه نه؛ بلکې د ګردو اولوالعزمو پېغمبرانو بلنه ده. نه يوازې د توحيد آر؛ بلكې په ټولو اسماني اديانو كې د پېغمبرانو د بلنې ګرسره آرونه يو ول. ددې آيت په وينا، څه چې تېرو اولوالعزمو پېغمبرانو ته سپارښتنه شوې او په شرايع كې يې وه، د اسلام په شريعت كې راټول شوي دي. د ((مِّنَ الدِّينِ)) تعبير راښيي، د آسماني شرايع همغږي، يوازې په توحيد يا ګروهيزو آرونو كې نه؛ بلكې له بيخه الهي اديان سره يو دي؛ كه څه د انساني ټولنې تكامل ايجابوي، چې تشريعات او فرعي قوانين د انسانانو له تكامل سره همغږي مخ پر تكامل ولاړ شي، چې روستی پړاو او د اديانو خاتم ته ورسي؛ نوځكه په قرآن حکیمي آيتونو كې پرېمانه شواهد شته، چې ښيي په ټولو الهي اديانو كې د ګروهو ټوليز آرونه، قوانين او دندې يو رنګ وې.[1984]

((اللَّهُ الَّذِي أَنزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ =))

17_ الله تعالی، كتاب او تله په حق رالېږلي: له كتابه منظور، وحې ده، چې شريعت او دين رانغاړي، چې پر انساني ټولنې واكمن وي. ميزان (تله) د هرې كچې (مقياس) پر مانا ده، چې څيزونه پرې سنجول كېږي او مطلب ترې، هماغه دين دى، چې كتاب رانغاړي؛ نوځكه دين يې ميزان نومولی، چې ګروهې او كړنې پرې سنجوي او په پايله كې د قيامت پر ورځ هم له مخې يې سنجونه، محاسبه او جزا وركول كېږي؛ نو ميزان (تله)؛ دين دى. له آرونو او فروعو سره يې ځينو مفسرانو، ميزان په رسول الله (ص) تفسير كړى دى؛ البته دا تفسير له ړومبي تفسير سره په ټكر كې نه دى؛ ځكه (لكه چې وويل شو) له ميزان مطلب له ارونو او فروعو سره د الله تعالی دين دى او معلومه ده، چې رسول الله (ص)، د دين د آرونو او فروعاتو كټ مټ مصداق دى او هغه تله ده، چې د امت د هر وګړي دينوالي پرې تلل كېږي او هر وګړى، چې له آنحضرت (ص) سره ډېر ورته والى لري، ښه دينوال او چې لږ ورته والى لري، دين يې لږ دى[1985].

((مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ =))

20_ د دنيا او آخرت كښت: دې آيت، په يوې تشبیه، نړيوال د پالونكي د روزۍ او ترې د ګټنې د څرنګوالي په باب له بزګرانو سره ورته كړي، چې يوه ډله یې آخرت ته كري او بله يې دنيا ته او د دواړو كښتونو پايله يې په ګوته كړې ده. ددې آيت په وينا، انسانان ټول بزرګان دي او دا نړۍ مو کرځاى دى؛ زموږ كړنې يې، تخمونه دي او الهي شونتياوې هغه باران دى، چې پرې ورېږي؛ خو دا تخمونه يو له بله ډېر توپير لري: د ځينو یېبرې- حاصلات نامحدود، تلپاتې، ونې يې تلتاندې او تلښیرازه او له مېوو ډكې دي؛ خو د ځينو یېبرې ډېرې لږې، عمر يې لږ او ژر تېرې دي او ترخې او بې خونده مېوې لري. ((يُرِيدُ)) (غواړي) د خلكو د نيتونو توپير ته اشاره ده او ټول آيت، په تېر آيت كې د پالوونكي د نعمتونو او روزۍ په باب شرح ده، چې يوه ډله دا نعمتونه د آخرت تخمونو په بڼه كاروي او ځينې يې دنيا ګټنې ته. په زړه پورې خو داچې د آخرت د بزګرانو په باب وايي: ((پر كرنې يې بركت ږدو او یېبرې يې ورزياتوو))؛ خو نه وايي، چې د دنيا له ګټې او خوندونو اخستنې بې برخې دي؛ خو د دنيا د بزګرانو په هكله وايي: ((له همدې دنيا (لږ څه) وركوو؛ خو په آخرت كې يې هېڅ برخه نشته)). په دې توګه نه دنياپالو ته هغه څه په لاس ورځي، چې غواړي یې او نه آخرت غواړي، له دنيا بې برخې كېږي؛ په دې توپير، چې لومړۍ ډله په تشو لاسونو آخرت ته ورځي او دويمه ډله په ډكو لاسونو. له رسول الله(ص) نه په يو روايت كې لولو: ((د چاچې نيت دنيا وي، الله تعالی يې چار پرېشانوي او نيستي ور وړاندې كوي او له دنيا يوازې دومره ترلاسه كوي، چې ورټاكل شوې ده او د چاچې نيت آخرت وي، الله تعالی يې پرېشاني پر ساهوتوب وراړوي او زړه يې مړه خوا كوي او دنيا غاړه ايښودې ورځي)) په رښتینه كې اسلام، دنيا موخه نه ګڼي؛ بلكې د يو كرځي په توګه ورته ويني، چې یېبرې یې په قيامت كې واڼل كېږي. د قرآن حکیم په نورو آيتونو او د پاكلمنو په رواياتو كې، دې آيت ته ورته تعبيرونه راغلي دي؛ لكه د بقرې سورت په 261 آيت كې، انفاق له داسې تخم سره ورته شوى، چې اوه وږي ترې راټوكېږي او په هر وږي كې سل دانې او كله ډېرې وي. دا د آخرتي تخم كرنې بېلګه ده. له رسول الله(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((خلك يوازې د خپلو ژبو د رېبل شويو یېبرو په پار په اور كې پړمخې لوېږي)) له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((شتمني او اولاد ددې نړۍ برخه او صالح كړنې، په آخرت كې د انسان برخه ده او كله الله تعالی يوې ډلې ته دا دواړه نعمتونه وركوي.)) له دې آيته پردې ټكي هم پوهېداى شو، چې دنيا او آخرت دواړه هڅو ته اړتيا لري او يو هم بې زحمته په لاس نه راځي؛ لكه چې هېڅ یېبره هم بې رنځه چمتو كېداى نشي؛ نو څومره ښه ده، چې انسان په هڅه او كړاو داسې ونه (وكري او) وپالي، چې مېوه یې خوږه، همېش او تل ولاړه وي؛ نه هغه ونه، چې ژر خزانېږي او له منځه ځي[1986].

((ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ =))

23_ ((ذوى القربى)) څوك دي؟: ګردو شيعه مفسرينو او يو شمېر اهلسنتو مفسرانو ويلي، چې له ((ذوى القربى)) مطلب د رسول الله (ص) خپلوان دي. ددې تفسير پروړاندې، احتمالات او نور تفاسير هم ياد شوي، چې په نظر رسي آريز نيت يې د رسول الله (ص) د امامت او خلافت تتول او د اهل بيتو د مقام د اهميت راټيټول دي. ددې آيت په باب آريز ټكى دادى، چې له يوې خوا قرآن حکیم مجيد له ډېرى الهي پېغمبرانو روايتوي، چې په ډاګه یې ويل: ((موږ هېڅ بدله ورڅخه نه غواړو، بدله مو پر نړۍ پال ده[1987])) بلخوا دا آيت پخپله د رسول الله په باب وايي: ((زه درنه بدله نه غواړم؛ خو له خپلوانو سره مې مينه)) له درېيم لوري داچې په ((فرقان_57)) كې د رسول الله په باب لولو: [ ووايه: ((زه له تاسې په دې (= د دين په رسونه) هېڅ ډول بدله نه غواړم؛ خو (زما بدله داده) چې د چا خوښه شي؛ نو د خپل پالونكي لار دې غوره كړي.))] له څلورم لوري په ((سبا_47)) کې د رسول الله په اړه لولو: [ووايه: ((که ما له تاسې کومه بدله غوښتې وي؛ نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ زما اجر يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.)) ] كه دا څلورګوني آيتونه يو د بل ترڅنګ كېدو؛ نو پايله اخستل كېږي، چې د اسلام رسول الله(ص) د نورو الهي پېغمبرانو په څېر، له خلكو خپل ځان ته څه اجر او بدله غوښتې نه ده؛ بلكې له خپلوانو سره يې مينه، د الله تعالی پر لور يوه لار او سل په سلو كې د خلكو پر ګټه ده؛ ځكه دا مودت او مينوالي، امامت او خلافت او د رسول الله(ص) ځايناستې او په امت كې د رسول الله (ص) د مشرتوب د ليكې غځېدا ته يوه دريمڅه او په رڼا كې يې د خلكو ښيون دى. دا حقيقت هله څرګندېږي، چې له رسول الله ددې آيت د تشريح او تفسير په هكله راغلي رواياتو ته مراجعه وكړو. د آيت په تفسير كې له راغليو رواياتو پايله اخلو، چې بېشكه دا آيت د امامت او خلافت په باب دى، چې رسالت ته اجر ګڼل كېږي، هغه اجر، چې خلك الله تعالی ته ورنژدې كوي او ګټه يې د خلكو ده. له حضرت ابن عباس)رض) نه روايت شوى: ((چې دا آيت نازل شو، اصحابو رضى الله عنهم وويل: رسول الله (ص)!هغوى څوك دي، چې الله تعالی یې ورسره د مينې كولو امر راته كړى دى؟ و یې ويل: [على، فاطمه او اولاد يې])) همدا راز رسول الله(ص) ويلي: ((الله تعالی، پېغمبران له بېلابېلو ونو پيدا كړي؛ خو زه او علي له يوې ونې پيدا شوي يو، زه يې جرړه يم او علي يې، ښاخ، حسن او حسين يې مېوې او زموږ لارويان يې پاڼې دي؛ نو چې چا يې پر كوم ښاخ منګولې ولګولې ژغورل كېږي او چې څوك كوږ شي؛ نو لوېږي. . . .)) بيا رسول الله(ص) همدا آيت ولوست [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى]. “ابن المنذر”، “ابن حاتم” او “مردويه” په خپلو تفاسيرو کې او “طبراني” په “معجم الکبير”کې له “ابن عباس” روايت کړى: [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى] آيت، چې نازل شو؛ نو رسول الله (ص) وپوښتل شو، چې پر موږ ستا له کومو خپلوانوسره مينه کول واجب شوې ده؟و یې ویل: علي، فاطمه او دوه زامن يې (حسن اوحسين). امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه د “فضائل الصحابه” په كتاب كې روايت کړي دي: د[قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى] آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو، رسول الله(ص) ته وويل: د څښتن استازیه!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي، چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟ رسول الله(ص) وويل: ((علي، فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وويله. سيوطي په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له ابن عباس روايت كړي: پېغمبر د مودت آيت په هکله وويل: ((كه زما حق ادا كوئ؛ نو زما له اهلبيتو سره مينه ولرئ. . . .)) زمخشري په “كشاف” تفسير كې، فخر رازي او قرطبى پخپلو تفسيرونو كې روايت کړى دى: ((پر آل محمد” عاشق مړ، شهيد له دنيا ځي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ له توبې سره له دنيا تللى دی. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ له پوره ايمان سره له دنيا تللى دی. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ ته د مرګ پرېښته د جنت زېری كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېری كوي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ د ناوې غوندې په درناوي، جنت ته بېول كېږي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ ته په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر د پرښتو زيارت وي. خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ پر سنت او جماعت له دنيا تللى دی. خبر وسئ! څوك چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛ نو د قيامت پر ورځ يې پر تندي ورليكلي وي: د څښتن له رحمته نهيلی. خبر وسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللى دی؛ نو كافر مړ شوى. خبر وسئ څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛ نو د جنت بوي به پرې و نه لګي.[1988]))

((وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ =))

37_ د غوسې تېرول: دا آيت، د رښتينو مؤمنانو يوه وتلې ځانګړنه څرګندوي: د غوسې پرمهال د ځان كابو كول، چې غوسه د انسان يو ډېر كړكېچن حال دى. په زړه پورې داچې نه وايي له آره مؤمنان غوسه كېږي نه؛ ځكه غوسه د انسان د طبيعت يوه برخه ده او په ځينو ځايونو؛ يعنې هلته، چې د الله تعالی لپاره او د مظلومانو د حقوقو ترلاسه كولو ته وي، غوسه اړينه ده؛ بلكې وايي: د غوسې پرمهال، ځان نه ګناهګاروي، مقابل لورى بښي او بايد همدغسې وي. انسان څنګه الهي عفوې ته سترګې پر لار وي؛ خو پخپله كينه كښ او غچ اخستونكى دى. دلته ځكه په ځانګړي ډول پر غوسې ډډه وهل شوې، چې دا د يو سوځنده اور حالت دى، چې د انسان له دننه رابلېږي او ډېر دي داسې كسان، چې ځان كابو كولاى نشي؛ خو مؤمنان كله هم غوسې ته غاړه نږدي. له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((الله تعالی د هغه چا بدن پر اور حراموي، چې د خوشحالۍ، ډار او غوسې پرمهال خپل ځان كابو كړي[1989])). له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې څوك خپله غوسه تېره كړي، سره له دې چې عملي كولاى یې شي؛ نو الله تعالی يې زړه د قيامت پر ورځ له ډاډينې او ايمانه ډكوي[1990])). له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى: ((د درې ځانګړنو د درلودونكي، د ايمان ځانګړنې پوره دي: هغه چې د ظلم پروړاندې درېږي، د الله تعالی لپاره غوسه تېروي او بښنه او تېرېدنه لري؛ نو الله تعالی دوى بې له څه حسابه جنت ته ورننباسي او د ربيه او مفرد ټبرونو هومره د ګڼ شمېر خلكو په باب يې شفاعت منل كېږي[1991])).

((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ =))

38_ په چارو كې مشوره؛ يو مهم آر دى: شورا او مشورت، يوه ستره ټولنيزه موضوع ده، چې بې له دې چارې نيمګړې وي. كه يو انسان څومره هم له فكري پلوه پياوړى وي؛ نو ډول ډول موضوعاتو ته يوازې له يو يا څو اړخونو ويني او نور اړخونه ورته ناڅرګند دي؛ خو كه كومه موضوع په شورا كې اوڅار شي او عقلونه، تجربې او ډول ډول ليدلوري يو د بل لاسنيوي ته راودانګي؛ نو چار پوره پخېږي او نيمګړنې يې كمېږي او له ښویېدنې لرې كېږي. له رسول الله(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې څوك له چا سره مشوره وكړي؛ نو پر سمه لار هدايتېږي.)) له علي (ك) نه په يو روايت كې لولو: ((د مشورې په څېر ښه ملاتړ او د اډانې ځاى نشته)) په بل روايت كې لولو: ((مشوره عين هدايت دى)). پاموړ ده، چې دلته د آيت تعبير د يوې همېشنۍ كړلارې په توګه دى، نه د لنډ وخت لپاره وايي، چې د مؤمنانو ځانګړنه ده، چې خپلمنځي چارې یې په سلا مشوره دي. په زړه پورې خو دا، پخپله رسول الله سره له دې، چې بيخي پوره عقل و او د وحې له سرچينې سره يې اړيكه درلوده؛ خو په ټولنيزو، عملي چارو، جګړې، سولې او نورو چارو كې يې له خپلو يارانو سره سلامشوره كوله او ان سره له دې، چې كله ستونزې هم راولاړېدې؛ خو عمومي نظر ته يې غوراوى وركاوه او په دې توګه خلكو ته بېلګه وه؛ ځكه د سلامشورې بركتونه تر احتمالي زيانونو يې خورا ډېر دي؛ البته پام مو وي، چې شورا يوازې د عملي كارونو او د موضوعاتو د پېژندنې لپاره دي؛ نه د دين د احكامو او ديني چارو په هكله -؛ لكه د امام او د پېغمبر د خليفه ټاكنه -، چې بايد يوازې د وحې له سرچينې او له كتاب او سنتو راغلي وي او د ((امرهم)) تعبير همدې مانا ته په اشاره دى؛ ځكه د ((دين احكام)) د الله تعالی چار دى او نه د خلكو.[1992]

((وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ =))

51_ وحې؛ د پېژندګلو خورا مهمه سرچينه: ((وحې)) د چټكې اشارې، رمزي خبرو او په ليك يا اشاره د پټو پېغامونو لېږل دي او داچې پېغمبرانو علیه السلام ته د الهي پوهاويو ښوونې په مرموزه بڼه ترسره كېدې؛ نو دا اصطلاح ورته كارول شوې وه. په قرآن حکیم مجيد كې، د پېژندګلو ددې سرچينې په هكله ډېر آيتونه شته[1993]. نه يوازې په قرآن حکیم، چې په ټولو اسماني كتابونو كې، دا سرچينه اوڅار ده او له اره د اسماني اديانو لارويان، وحې د معرفت او پوهاوۍ د سترې سرچينې په توګه پېژني، چې د الله تعالی له بې پايه پوهې سرچينه نيسي؛ خو نورې مشهورې سرچينې، په انسانانو پورې تړاو لري او پروړاندې يې ډېرې محدودې او ناڅيزه دي. په حقيقت كې كه عقل مو غښتلى رڼا وركوونكى او فطرت، وجدان او تجربه هم نور رڼا وركوونكي وي؛ نو وحې د لمر په څېر ده، چې ګرده نړۍ رڼا كوي؛ نوځكه وحې د موحدينو له نظره، د معرفت او د پېژندګلو ستره او غني سرچينه شمېرل كېږي. په دې آيت كې، له الله تعالی سره د پېغمبرانو د اړيكو له لارو، درېيو لارو ته اشاره شوې ده، وايي: هېڅ انسان له الله تعالی سره مخامخېداى نشي؛ ځكه هغه له جسم او جسمانيته پاك دى؛ خو: 1_ د وحې له لارې: بايد پام مو وي، چې دلته له وحې مطلب، مطلق وحې نه ده؛ ځكه آيت د وحې ډولونه څرګندوي او دا د الهي وحې له درې ګونو لارو يوه يې ده؛ بلكې منظور، پټې خبرې كول دي، بې له دې، چې د الله تعالی او پېغمبر ترمنځ يې كوم ډول واسطه وي. 2_ د پردې تر شا: دا ډول وحې، له واسطې سره مل ده، چې په حجاب (پردې) تعبير شوې ده؛ البته دا حجاب او پرده پخپله وحې نه كوي؛ بلكې يوازې يوه واسطه ده، چې تر شا یې پېغمبر ته الهي وحې ور رسي. ددې وحې بېلګه، په طور غره كې له حضرت موسى علیه السلام سره د الله تعالی خبرې كول دي؛ لكه په ((قصص_30)) كې، چې لولو: [نو، چې كله هغه (اور) ته ورسېد د ناو د ښي غاړې په هغه بركتي ځمكه كې له ونې غږ وشو: ((موسى! بېشكه همدا زه الله نړۍ پال يم)) ] همداراز څه چې په خوبونو كې پېغمبرانو ته وحې كېدل، له دې ډول وحې ځنې دي. 3_ د استازي له لارې: دا استازى، د وحې پرښته ده، چې څه الله تعالی غواړي، په فرمان يې د الله تعالی پر پېغمبر نازلوي؛ لكه چې په ((شعراء_ 193 او 194)) كې لولو: ((هغه روح الامين ستا پر (پاك) زړه درنازل كړى دى، چې له ګواښګرندو شي)) په يو روايت كې لولو، ځينو اصحابو يې امام صادق رحمة الله علیه وپوښت: دا څه دي، چې رسول الله په ځينو ځايونو كې ويل: جبرائيل داسې وويل او دا جبرئيل دى، چې حكم راكوي او په بل وخت كې (د وحې په حال كې) بېسده كېده؟ امام وويل: ((دا ځكه چې كله به وحې د الله تعالی له لوري وه؛ نو جبرائيل به يې ترمنځ نه و؛ نو په دې حال كې به د وحې له سخت درونوالي بېسده كېده؛ خو چې جبرائيل به د الله تعالی او رسول الله ترمنځ واسطه و، رسول الله(ص) به له دغسې حالت سره نه مخامخېده او ويل يې: جبرائيل راته وويل او دا جبرائيل دى)). له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو بل روايت كې لولو: ((چې كله به جبرائيل علیه السلام ، رسول الله ته راتله؛ نو اجازه يې اخسته او پروړاندې يې د مريي په څېر كېناسته)). په هر حال، ډېرى روايات ددې مطلب ښوونكي دي، چې پر رسول الله درې واڼه وحې (بې واسطې، په واسطې او حجاب، د وحې پرښتې له لارې) نازلېدې[1994].

((وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

52_ الهي وحې: دې غونډلې ته ورته په ((غافر_15)) كې راغلې؛ نو د ډېرو معلوماتو لپاره ((غافر_15)) څرګندنه وګورئ.

52_ تردې وړاندې نه پوهېدې، چې كتاب او ايمان څه دى؟: ځينو كوږاندو داسې ګڼلې، چې دا غونډله وايي، چې رسول الله تر نبوت وړاندې پر الله تعالی ايمان نه درلود؛ خو د آيت مانا څرګنده ده او وايي: د قرآن حکیم تر نازلېدو وړاندې، قرآن حکیم دې نه پېژانده او له منځپانګې او ښوونو يې ناخبره او ايمان دې پرې نه درلود. دا تعبير د رسول الله له توحيدي ګروهې، اوچت معرفت او د عبادت او بندګي پر آرونو له پوهېدو سره څه ټكر نه لري. له مخكې مخكې د قرآن حکیم له منځپانګې ناخبرتيا، يو مطلب دى او د الله تعالی ناپېژاندي بل مطلب دى.

تر نبوت وړاندې د رسول الله (ص) وګړنى ژوند (چې په تاريخي كتابونو كې هم راغلى) ددې مانا ژوندى ګواه دى او تردې څرګنده د حضرت علي (ك) خبره ده، چې وايي: ((چې رسول الله (ص) له تي جلا شو، الله تعالی، شپه او ورځ خپله ستره پرښته ورسره مل كړه، چې د كرامت، خصال او ښو خويونو په بهير كې يې لارښوونه وكړي[1995].)) همدا مانا په ((ضحى_7)) كې هم راغلى: [او ته يې لارنابلدى وموندلې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووله] دلته هم له ((ضال)) څخه مراد، بېلارې نه دى؛ بلكې له نبوت، رسالت او د قرآن حکیم له منځپانګې نا خبرتيا ده.[1996]

 

سورة الـزخرف

د زخرف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په اوو برخو کې رالنډېږي: ١- د قرآن حکیم او د رسول الله(ص) د نبوت اهميت او ورسره د ناپوهو وګړيو چلن. ٢- په آفاق کې د توحيد د دلايلو ديوې برخې يادونه او انسانانو ته د الله تعالی ډول ډول نعمتونه. ٣- له شرک سره مبارزه او پرالله تعالی د ناروا تورونو لرې کول او په پټو سترګو منلو سره مبارزه. ٤- د مخکېنو پېغمبرانو؛ لکه حضرت ابراهيم علیه السلام ، حضرت موسى علیه السلام او حضرت عيسى علیه السلام او اقوامو يې د حالاتو يوه برخه. ٥- معاد، د مؤمنانو بدله او د کافرانو سپېره برخليک. ٦- د بې ايمانو پر اندو واکمن باطل ارزښتونه. ٧- تېرې ويينې په نصيحتونو پوره کوي او اغېزې يې ورزياتوي[1997].

((وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُونَ =))

10_ د لارو نعمت: دې نعمت ته په قرآن حکیم مجيد كې په ځلونو اشاره شوې؛ خو ډېرى ترې غافل دي. پوهېږو، چې تقريباً په سراسر وچو کې لوړې ژورې شته، چې لويو او کوشنيو غرونو او ډول ډول غونډيو پوښلې دي او په زړه پورې داچې د نړۍ د سترو غرونو په لړ كې غالباً كنډوونه شته، چې انسان یې ترمنځ خپله لار پيدا كړي او لږ را پېښېږي، چې غرونه په ټوليز ډول د ځمكې د ټوټو د بېلتون لامل شي او دا د پنځون غونډال يوه خواله او پر بندګانو يې يوه ستره لورنه ده. پردې سربېره، د ځمكې ډېرې برخې په سمندري لارو يو له بل سره نښلېږي، چې دا هم د آيت په عمومي مفهوم کې راځي[1998].

((لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ =))

13_ الله تعالی له نعمتونو د برخمنېدو پرمهال ياد كړئ: په دې آيت كې د سمندري او بېدياني سورلیو پنځون ته دوه موخې ويل شوي دي: لومړۍ، پر هغوى د سورېدو پرمهال د الله تعالی د نعمتونو يادول او بل د هغه الله تعالی پاكي ويل، چې دا یې انسان ته ايل كړي او بېړۍ يې داسې پيدا كړه، چې څپې څېرولاى او د خپل مقصد پر لور ورتلاى شي او څاروي يې انسان ته ايل كړي دي. هو! كه د الله تعالی لورنه نه واى، موږ ددې سورلیو د ساتنې وس نه درلود. مخالفو بادونو بېړۍ اړولې او د ژغورنې كڅ ته وررسېداى نشو او كه پردې څارويو، چې تر انسانانو څو ځل غښتلي دي، د ايلولو روحيه واكمنه نه واى، انسان نژدې ورتلاى نشو. په همدې دليل، چې كله يو څاروى غوسه شي، د ايل روحيه له لاسه وركوي او پر خطرناك موجود اوړي، چې ان څو تنه هم د مقابلې وس ورسره نه لري؛ خو په عادي حال كې په لس ګونو يا سل ګونو څاروي په يوې رسۍ تړي او يو هلك ته يې ورسپاري، چې هر څه پرې كړاى شي! د قرآن حکیم په آيتونو كې پاموړ ټكى دادى، چې مؤمنانو ته یې له الهي نعمتونو ځنې د برخمنېدو پرمهال د دعاګانو ويل ورښوولي؛ داسې دعاوې، چې په رغنده منځپانګه د انسان روحيه جوړوي او د ښاڅمنۍ- غرور او غفلت اثار ترې څنډي. دا آيت امر كوي، چې د پالوونكي د نعمتونو شكر وكاږئ او چې پر سورلیو سواره شوئ، تسبيح يې وواياست؛ نو چې د انسان خوى او عادت دغسې شي، چې د هر نعمت د كارونې پرمهال د نعمت د آريزې سرچينې او حقيقي نعمت وركوونكي پر ياد شي؛ نو نه د غفلت په تيارو كې ورډوبېږي او نه د ښاڅمنۍ په ګړنګ كې ورلوېږي؛ بلكې توکیز نعمتونه د الله تعالی پر لور ورته پل كېږي. د رسول الله (ص) په حالاتو كې راغلي، چې پر سورلۍ د ورسورېدو پرمهال به يې په ركاب كې پښه ايښووله، ويل يې ((بسم الله)) او چې به سم سور شو، ويل يې: ((الحمد لله على كل حال، سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ)). له يو شمېر رواياتو ګټنه كېږي، چې څوك پر سورلۍ د سورېدو پرمهال دا آيت ووايي، د الله تعالی په حكم څه زيان به ورونه رسي. د اسلام رغنده ښوونو ته ځير شئ او هغو ځانپالو او ښاڅمنو ډلو ته ځير شئ، چې خپلې سورلۍ د ځانښوونې او وياړنې او ان كله ډول ډول ګناهونو ته وزله كوي؛ نو ووينئ، چې ترمنځ یې څومره توپير او واټن دى.[1999]

((وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ . أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِينَ . وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ . أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ . وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ =))

15 تر 19_ څنګه يې پرښتې د الله تعالی لوڼې ګڼلې؟: دا آيتونه د مشركانو دې جاهلي ګروهې ته اشاره لري، چې پرښتې یې د الله تعالی لوڼې او خپل معبودان ګڼل؛ خو څنګه په جاهلي عربو كې دا خرافه پيدا شوه او ولې اوس هم د يوې ډلې په افكارو كې يې دوړې پاتې دي، تردې چې پرښتې د ښځې او انجلۍ په بڼه انځوروي او ان د ((آزادۍ پرښته)) د يوې داسې ښځې په څېره كې انځوروي، چې ښكلې ده او پرېمانه وېښتان لري. شونې ده، دې انګېرنې له دې ځايه سرچينه نيولې وي، چې پرښتې له نظره پټې دي او غالباً ښځې هم پټې وې. ان په عربي ژبه كې هم دا مانا ليدل كېږي؛ لكه لمر ((مجازي مؤنث)) ګڼي او سپوږمۍ مذكر؛ ځكه معمولاً د لمر ټيكلى په خپلې رڼا كې پټ دى او په اسانه كتل ورته شونې نه دي؛ خو د سپوږمۍ ټيكلى داسې نه دى. ښايي د پرښتو د وجود لطايف لامل شوى وي، چې هغه له ښځو سره (چې د نارينه وو په پرتله خورا لطيف ژوي دي) هم جنس وګڼي او هېښنده خو داچې اسلام له دې کږنوانګېرنو سره سخته مبارزه كړې؛ خو بيا هم، چې كله ښځه په ښو ځانګړنو يادوي؛ نو وايي، چې پرښته ده؛ خو نارينه وو ته دا تعبير نه كاروي.[2000]

((وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ =))

31_ ولې قرآن حکیم پر يو شتمن ورنازل شوى نه دى؟: دا آيت د مشركانو يوې بلې بې بنسټې او چټي پلمې ته اشاره كوي، چې ويل یې ولې دا قرآن حکیم د مكې او طايف پر كوم مشهور او شتمن ورنازل شوى نه دى؛ البته له يوه اړخ يې حق درلود، چې دغسې پلمه ونيسي؛ ځكه له ليده يې، د انسانانو د ارزښت كچه، شتمني، ظاهري مقام او شهرت يې دى او انګېرل يې، چې شتمن او ظالم مشران د الله تعالی په درشل كې خورا نژدې كسان دي؛ نوځكه يې تعجب كاوه، چې د نبوت لورنه او الهي ستر رحمت پر دغسې يوه تن ورنازل شوى نه دى او اپوټه، د محمد (ص) په نامه پر پلارمړي، نشتمن او تشلاسي ورنازل شوى دى. هو! له دې ناسم ارزشي نظام دغسې پوهېدنې راولاړېږي او دغسې غلط ارزشي نظامونه، چې حقايق پوره اړولي ښيي، د بشري ټولنو ستر كړاو او په هر وخت كې د فكري انحراف آريز لامل دى. بايد د الهي بلنې وړونكى هغه وي، چې سراسر تقوى وي؛ باخبره انسان، هوډمن، مېړه، عادل، د بېوزليو او مظلومانو له درده با خبره. دادي هغه ارزښتونه، چې د يو اسماني رسالت وړلو ته لازم دي؛ نه ښكلې جامې، قيمتي ماڼۍ او ډول ډول ښكلاوې. په تېره يو الهي پېغمبر هم دغسې شرايط نه درلودل، چې آريز ارزښتونه له دروغجنو سره اشتباه شي.[2001]

((أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ =))

32_ ايا قرآن حکیم په انسان د انسان ايلول منلي دي؟: د آيت متن ته چې ورځير شو؛ نو ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي. هغوى چې دغسې نيوكه كوي، انګېري، چې د آيت مفهوم دادى، چې يوه ټاكلې بشري ډله نور ايلولاى او زبېښلاى شي؛ خو مطلب داسې نه دى؛ بلكې منظور یو د بل عام استخدامول دي. هره ډله خلك، ځانګړي شونتياوې، وړتیاوې او تابياوې لري، چې د ژوند په يو لړ چارو كې فعاليت كړاى شي، چې طبعاً په دې څانګه كې يې خدمتونه د نورو په واك كې دي. دا؛ يعنې د ژوند په چارو كې دوه اړخيز استخدام او لاسنيوى. په ډاګه ده كه ټول انسانان د روحي او جسمي وسمنۍ له لامله يو رنګ وي، هېڅكله ټوليز غونډال نه رادبره كېږي؛ لكه چې كه د جوړښت، ظرافت او مقاومت له اړخه د انساني بدن ژوندينكې سره ورته واى، د انساني جسم غونډال ګډوډېده. د پښو د پوندو د ټينګو هډوكيو ژوندينكې/ حجرات چېرې او د سترګې د ګاټي نازكه ژوندينكې چېرې؟! هر يو ځانته جلا دندې لري، چې ورته جوړې شوې دي. هو! عدالت پردې مانا نه دى، چې ټول څيزونه دې یو د بل په څېر وي او پوره يو رنګ شرايط دې ولري؛ بلكې پردې مانا دى، چې هرڅه په خپل مناسب ځاى كې شي. شونې ده، ځينې وګړي د مساوات شعار كاروي؛ خو واقعي مفهوم ته يې ورپام نه وي؛ خو په عمل كې د نظم راوستل، توپيرونو ته په پاملرنې شوني دي؛ البته نه ښايي ددې توپيرونو شتون یو د بل زبېښلو ته يوه پلمه وي. بايد ټول ازاد وي، چې خپل زېږنده ځواكونه وكاروي او خپل نبوغ راوغوړوي او د خپلو هڅو د پايلو پوره ونډه واخلي او هغوى چې ځواك لري، د نادودو منځه وړو ته راودانګي.[2002]

((وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ . وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ . وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ =))

33 تر 35_ د ناسمو ارزښتونو دړي وړي كېدل: په دې آيتونو كې د دروغجنو ارزښتونو دړي وړي كېدو ته څرګند تعبيرونه كارول شي. د هغې ټولنې د اړونې لپاره، چې د وګړيو د وګړې د سنجونې چورلیځ پكې د اوښانو شمېر، د درهم، دينار، مريانو، مينزو، كورونو او وزليو څومره والى وي، تردې چې هېښنه كوي، چې ولې پلارمړى محمد (ص) او له توکیز پلوه نشتمن پر نبوت ټاكل شوى دى؛ نو بنسټيز چار دادى، چې دا غلط ارزشي چوكاټ دړي وړي شي او پر كنډرو يې اصيل انساني ارزښتونه (؛ لكه تقوا او ځان ساتنه، پوهه، سرښندنه، شهامت او تېرېدنه) بنا شي، چې بې له دې، ټولې سمونې به مخ بنايي، رغۍ، سطحي او ناپايښته وي. دا هماغه چار دى، چې اسلام، قرآن حکیم او پخپله رسول الله په ښه توګه ترسره كړى او له همدې كبله ډېرې روسته پاتې او خرافي ټولنې په لنډې موده كې دومره وده وكړه، چې په لومړۍ ليكه كې شوه. ددې کړنلارې په بشپړولو كې له رسول الله په يو حديث كې وايو: ((كه دنيا الله تعالی ته د مچ د وزر هومره وزن درلوداى؛ نو الله تعالی ان پر كافرو يو ګړوپ اوبه هم نه ورڅښلې[2003])).

((وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ . وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ . حَتَّى إِذَا جَاءنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ =))

36 تر 38_ د شياطينو ملګرى: ددې آيت په وينا، د الله تعالی له ياده غفلت، په دنيوي خوندونو كې ډوبېدل او د دنيا په ځلبلۍ زړه وركونه لاملېږي، چې يو شيطان پرې لاسبرى شي او تل ورسره وي. په ډاګه ده، چې څوك دې له دې آيته ((جبر)) و نه انګېري؛ ځكه دا لاس ته راوړنه يې د خپلو كړنو پايله ده. د انسان په دنیوي خوندونو كې ورډوبېدل او په ډول ډول ګناهونو د اخته كېدو، ړومبى اغېز يې دادى، چې د انسان پر زړه او غوږونو ټاپه وهي او پر سترګو يې پردې اچوي او انسان له خدایه پردى كېږي او شياطين پرې لاسبري كېږي او تردې دوام مومي، چې د راستنېدا لار پرې بندېږي؛ ځكه له هرې خوا شياطينو او شيطاني اندونو راتاو كړى، چې دا خپله د انسان د كړنو پايله ده[2004]. د شياطينو راتاوېدل لاملېږي، چې انسان د هدايت او ضلالت ترمنځ پر توپير قايل نشي او حال دا بېلارې دی، انګېري چې پر سمه لار دى. انسان د فطرت له مخې، حق او حقيقت ته لېوال دى او ښه يې راځي، چې حقيقت او سموالى وپېژني؛ خو كه چاته حقيقت وروړاندې شي؛ خو د ځاني غوښتنو په پار ترې مخ واړوي او دې حالت ته دوام وركړي، الله تعالی يې پر زړه مهر لګوي او حق ليدې سترګې يې ړندوي او يو شيطان يې ملګرى كوي او په دې حال كې نور نه پوهېږي، چې حق څه دى او حق مطلب (چې هر پاك فطرت يې مني) پر باطل (چې د شيطان بلنه ده) تطبيقوي او خيال كوي، چې هدايت شوى دى؛ خو بېلارې دى او انګېري، چې پر حق دى، حال دا پر باطلو دى[2005]. علي (ك) په دې اړه وايي: ((بېلاريو، شيطان د خپل چار كچه ګرځولې او شيطان دوى هم له ځان سره شريك او ګډ كړي؛ نو په سينو كې يې ورته هګۍ واچولې او چورګوړي يې وكړل او پر لمنو يې وخوځېدل او روان شوو. د هغوى په سترګو يې وكتل او د هغوى په خولو يې خبرې وكړې، خطا لارې ته يې ورسيخ كړل او په سترګو كې يې هره بدي ورښكلې كړه؛ لكه ته وا پر ژبه يې خبرې كوي[2006])).

((وَقَالُوا يَا أَيُّهَا السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ =))

49_ ټولو كوډګر وباله او هم يې د اړتيا لاس وروغځاوه: دا آيت خورا هېښنده تعبير لري. فرعونيانو هم موسى علیه السلام كوډګر وباله او هم يې د كړاو لرې كولو لپاره لاس وروغځاوه او هم يې ژمنه ورسره وكړه، چې هدايت به دې ومنو؛ البته هغوى چې د ناپوهانو، له ځانخوښ، سرغړاندو او مستبدو طاغوتانو له انددود او خبرو سره اشنا وي، پوهېږي چې دوى دا ډول پرېمانه اړوپیچ – ضد و نقيض خبرې لري. هغوى موسى علیه السلام ته د اړتيا په عين احساس كې، د دروغو ژمنه ورسره كوله؛ خو ان د خپلې بېوسۍ او اړتيا پرمهال هم د كبر له خره نه راكوزېدل؛ نوځكه يې ((رَبَّكَ)) او((بِمَا عَهِدَ عِندَكَ)) كارول او((ربنا)) او ((بما عهد عندنا)) يې نه ويل؛ سره له دې، چې موسى علیه السلام په څرګنده ورته ويلي ول، چې زه د نړۍ پال استازى يم؛ نه د خپل پالونكي. دا ټول مسلمانانو ته ژوندي درسونه او پخپله رسول الله(ص) ته ډاډمنتوب دى، چې د ناباندیو – مخالفونو له ځېله دې ستړى نشي او پر روحيه دې يې د نهيلۍ دوړي كېنني او په زغم دې خپلې لارې ته دوام وركړي؛ لكه چې موسى علیه السلام او بني اسرائيلو دوام وركړ او په پايله كې پر فرعونيانو بريالي شول. همداراز ځېلي او سرسختو دښمنانو ته يوه ګواښنه ده، چې تر فرعون او فرعونيانو ځواكمن او پياوړي نه دي، پايله يې وګورئ او د خپل چار د پاى په هكله هم غور وكړئ.[2007]

((فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ =))

54_ انديز ښكېلاك؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى: دا د فاسدو واكمنيو كړندود دى، چې د استبداد دوام او غځېدا ته، ولس په ټيټه انديزه كچه كې ساتي او په ډول ډول وزليو يې غولوي او له واقعياتو په ناخبرۍ يو حال كې يې ور ډوبوي او دروغجن ارزښتونه د رښتينو ارزښتونو ځايناستوي او همېش يې له حقايقو او واقعياتو لرې ساتي؛ ځكه د ولسونو راويښېدل، پوهه او انديزه وده يې، د شيطاني او استبدادي واكمنيو ستر دښمن دى، چې په ټول وس ورسره مبارزه كوي. دا فرعوني دود (؛ يعنې د عقلونو استضعاف او د خلكو غولول) نن هم په فاسدو ټولنو كې چلېږي. كه فرعون دې موخې ته محدودې وزلې درلودې؛ خو ننني طاغوتيان، له ډليزو رسنيو، مطبوعاتو، غږيزو او انځوريزو او په څېر يې ډول ډول وزلې كاروي، چې ولسونه پرې وغولوي او پوره يې ناخبره وساتي، چې ددوى ومني؛ نوځكه پوهان او دين ته ژمن، چې د پېغمبرانو انديزه او ښوونځيزه لیکه غځوي، د خلكو د غولونې پر ضد د درنې مبارزې مسووليت ورترغاړې دى. په زړه پورې خو داچې آيت په دې غونډله پاى ته رسېدلى دى: ((په رښتيا هغوى يو فاسق قوم و))؛ دې ته په اشارې كه دا بېلارې قوم كه فاسق او د الله تعالی او عقل د حكم له اطاعته وتلى نه واى؛ نو دغسې تبليغاتو ته يې غاړه نه ايښووله او پخپله يې د خپل بېلارېتوب وزلې نه چمتو كولې؛ نوځكه په خپل بېلارېتوب كې معذور نه وو. سمه ده، چې فرعون وغولول او خپل اطاعت ته يې اړكول؛ خو په پټو سترګو يې غاړه ورته كېښووله او ددې چار لاملونه يې چمتو كړل. هو! هغوى له پولې اووښتي ول، چې په يو سرغړاند او له پولې اوښتي پسې ولاړل.[2008]

((وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ =))

61_ مسيح علیه السلام ؛ د قيامت ورځې يوه نښه ده: ددې غونډلې په تفسير كې دوه احتماله شته: 1_ بې پلاره د مسيح علیه السلام زوكړه، د الله تعالی پر بې پايه ځواك يو دليل دى، چې په رڼا كې یې له مرګه روسته ژوند مساله هوارېږي. 2_ د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، په آخرالزمان كې، عيسى علیه السلام له اسمانه راكوزېږي او دا مطلب د قيامت د رانژدېدو يو دليل دى. له رسول الله(ص) په يو روايت كې لولو: ((حضرت عيسى راكوزېږي او د مسلمانانو امير [امام زمان] وايي: لمونځ راكړه (چې درپسې ودرېږو)، حضرت عيسى علیه السلام وايي: نه! [تاسې لمونځ راكړئ] ځكه ځينې درنه د ځينو امام دى، چې دا يو درناوى دى، چې الله تعالی دې امت ته قايل شوى دى. [ بيا حضرت مسيح علیه السلام په حضرت مهدي (عج) پسې اقتدا كوي).[2009]]

((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ =))

67_ د دوستانو دښمني: دا آيت چې د قيامت يوه ننداره يادوي، راښيي، په مخكې آيت كې هم له ((ساعته)) منظور د قيامت ورځ ده؛ هغه ورځ، چې د دوستۍ تړاوونه شلېږي؛ خو نه هغه چې د الله تعالی لپاره رادبره شوي دي. پر هغه ورځ پر دښمنۍ د دغسې دوستيو اوړېدل يو طبيعي چار دى؛ ځكه يو بل د خپلې بدمرغۍ لامل بولي. يوازې ځان ساتي او متقيان دي، چې تلپاتې دوستي لري؛ ځكه د تلپاتې ارزښتونو پر چورلیځ چورلي او په قيامت كې يې ښې پايلې راڅرګندېږي او ښه ټينګېږي. امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((با خبر! په دنيا كې، چې هره دوستي د الله تعالی په پار نه وي، په قيامت كې پر دښمنۍ اوړي[2010])). په بل روايت كې ترې لولو: ((له متقیانو سره د رورۍ (او دوستۍ) په لټه كې وسئ، كه څه د ځمكې په تيارو كې وي او كه څه عمر دې د هغوى په لټو كې تېر كړې؛ ځكه عزوجل الله تعالی تر پېغمبرانو علیه السلام روسته پر ځمكه غوره ترې پيدا كړي نه دي او له متقیانو سره ملګرتوب يو بېسارى نعمت دى، چې الله تعالی یې پر بنده لوروي. الله تعالی تعالى وايي: ((پر هغه ورځ بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان یو د بل دښمنان وي)) او ګومان كوم، چې څوك په دې وخت كې د بې عيبه دوست په لټه كې وي؛ نو بې دوسته به پاتې شي[2011])).

((يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ =))

71_ په جنت كې هر خوند شته: په دې آيت كې، چې د ډول ډول جنتي نعمتونو كوم توصيف شوى؛ نو كه ټول ژوي راټول شي؛ نو څه پرې ورزياتولاى نشي. دا د هستۍ په پراخۍ يو ښكلى او هر اړخيز تعبير دى او زموږ د ذهن په پراخۍ كې نه ځايېږي؛ هغه تعبير، چې تردې اوچت موندلاى نشو او د يو شاعر په وينا ((چې څه وينې، زړه به دې هماغه وي_ او چې دې زړه غواړي، هماغه وينې)) دلته مفسرانو ته دا پوښتنه اوڅار شوې، چې ايا ددې آيت پراخ مفهوم، په دې دليل دى، چې هغه څه و غواړي، په دنيا كې حرام وي؛ نو وركول كېږي؟ ددې پوښتنې اوڅارول، دې ټكي ته له نه پاملرنې راولاړه شوې، چې محرمات او بدي د انسان روح ته د نامناسبو خوړو په څېر دي او جوته ده، چې سالم روح ددغسې خوړو اشتها نه كوي او يوازې رنځور روح كله نامناسبو او زهري خوړو ته څوبمنېږي – تمايل پيدا كوي. داسې رنځوران وينو، چې د رنځورۍ پرمهال ان د خاروې په څېر څيزونو خوړو ته څوبمنېږي؛ خو په مازې، چې رنځوري لرې شي؛ نو دا دروغجنه اشتها يې هم وركېږي. هو! جنتيان به بيخي ددغسې كړنو اشتها پيدا نه كړي؛ ځكه دغسې چارو ته ورماتېدل، د دوزخي رنځور زړه له ځانګړنو ځنې ده. په يو حديث كې راغلي، چې يو بېدياني، رسول الله ته وويل: ايا په جنت كې اوښ هم پيدا كېږي؟ له اوښ سره مې ډېره مينه ده. رسول الله خو پوهېده، چې هلته داسې نعمتونه دي، چې بېديانى به خپل اوښ هېر كړي؛ نو په لنډ ځواب كې يې وویل: ((بانډيڅي! كه الله تعالی دې جنتي كړي؛ نو هلته به هغه څه ومو مې، چې زړه دې وغواړي او سترګې دې يې له ليدو خوند وړي[2012])).

((قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ =))

81_ كه د الله تعالی اولاد واى؛ نو زه يې ړومبى نمانځوونكى وم: كه څه يو شمېر مفسرانو ته ددې آيت مضمون پېچلى په نظر وررسېدلى او په اړه يې په ډول ډول مخونو لاس ورپورې كړى، چې ځينې یې ډېرې هېښنده دي. د آيت منځپانګه هېڅ ډول پېچلتيا نلري او دا يو په زړه پورې دود دى، چې د ځېلي وګړيو پروړاندې كارېږي؛ لكه چې يو چاته په تېرو كې وايي؛ پلانى تر ټولو پوه دى (حال دا پر هېڅ هم نه پوهېږي) وايو ((كه هغه ښه پوه وي؛ نو زه به لومړى تن يم، چې ورپسې ځم)) چې په دې توګه په سوچ كې شي او خپلې مدعا ته د يو دليل موندو په فكر كې شي او چې روسته حقيقت څرګند شي، د غفلت له خوبه راويښ شي[2013].

((وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ =))

86_ څوك شفاعت كړاى شي؟: دلته د شرك د باطل ښوولو او د مشركانو د ترخې پايلې ويل دي. دا آيت وايي كه مشركان د شفاعت په ګومان په معبودانو پسې ځي؛ نو بايد پوه شي، چې غير الله معبودان شفاعت نشي كړاى؛ بلكې د الله تعالی پروړاندې شفاعت يوازې د هغه په حكم او اجازې روا دى او حكيم الله تعالی كله هم دې بې ارزښته، بې عقله او بې شعوره ډبرو او لرګيو ته دغسې اجازه او فرمان وركړى نه دى او نه يې وركوي؛ خو داچې په معبودانو كې يې پرښتو او د حضرت عيسى علیه السلام په څېر د الله تعالی ځانګړي بنده شتون درلود، د آيت په ورپسې برخه كې يې استثنا كړي او وايي: ((خو هغوى چې په حق یې شاهدي وركړې وي))؛ هماغوى چې په ټولو پړاوونو كې یې توحيد او د الله تعالی ايكي يوتوب منلى وي او حق ته پوره تسليم وي. هو! دا ډله د پالوونكي په اجازه د شفاعت خاونده ده؛ البته داسې نه ده، چې هغوى د هر چا (بوتپالي، مشرك او د توحيد له دين اوښتي) شفاعت كوي؛ بلكې ښه پوهېږي، چې چا ته د شفاعت اجازه لري. دا آيت د الله تعالی پروړاندې د شفاعت عمده شرط په ګوته كوي. هغوى داسې كسان دي، چې پر حق ګواهان دي او حق په ټولو پړاوونو كې پېژني او د توحيد پر روح ښه پوهېږي او د شفاعت كېدونكيو له شرايطو هم ښه خبر دي.[2014]

((فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ =))

89_ په آيت كې له سلامه منظور: په حقيقت كې دا سلام د فرقان سورت په 63 آيت كې له راغلي سلام سره ورته دى: ((او چې كله ناپوهان مخامخ (او بېعقله) خبرې ورسره كوي؛ نو (د وداع) سلام ورته وايي (او ترې تېرېږي).[2015])) هغه سلام، چې له ستريا سره مل بې اعتنايي ده، نه داچې له كمزورۍ او بېوسۍ راولاړ شوى وي؛ هغه سلام، چې له ناپوهانو او كم عقلو سره په څېر يې پر نه چلېدويو دليل دى؛ له چټي او بې رويه خبرو سره يې د وداع او بېلتون سلام. نه د تحيت سلام، چې د مينې نښه او د دوستۍ اړيكه ده؛ په لنډو هغه سلام، چې د زغم، تېرېدنې او ستريا نښه ده.[2016]

 

سورة الدخان

د دخان سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې لنډېږي: ١- د قرآن حکیم ستریا او د قدر پر شپه يې رانازلېدل. ٢- د الله تعالی ايکي يوتوب اوپه هستۍ کې يې د ستریا ځينې نښې. ٣- د کفارو برخليک او ورته د درناکو سزاګانو ډولونه. ٤- د فرعونيا نو پروړاندې د موسى علیه السلام او بني اسراییلو د حالاتو يوه برخه او د فرعونيانو سختې ماتې او ورکېدل يې. ٥- قيامت او د دوزخيانو دردناک عذابونه او د متقیانو روح پالې بدلې. ٦- د پنځون موخه او داچې اسمان او ځمکه خوشې اوچټي پنځول شوي نه دي. ٧- بيا د قرآن حکیم د ستریا اوڅارول.[2017]

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ . فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ . أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ =))

3 تر 5_ په بركتناكې شپې كې د قرآن حکیم رالېږل: دا كومه شپه ده، چې د خير پيل او د پايښتو ښو سرچينه ده؟ غالب مفسرانو د قدر شپه ګڼلې؛ هغه بركتناكه شپه، چې پكې د مخلوقاتو يو كلن برخليك او مقدرات ټاكل كېږي. هو! قرآن حکیم د رسول الله(ص) پر زړه په برخليك سازه شپه كې رانازل شو. پاموړ خو داچې په دې آيتونو كې په اشارې او په قدر سورت كې په ډاګه ويل شوي، چې قرآن حکیم د قدر په شپه كې رانازل شوى، چې پكې د بندګانو مقدرات، لورنې او روزۍ تقدېر او ټاكل كېږي. ايا دا خبره پردې مانا نه ده، چې زموږ مقدرات او برخليك ددې كتاب له منځپانګې سره تړاو او نژدې اړيكه لري؟! ايا ددې خبرې مفهوم دا نه دى، چې نه يوازې مانيز ژوند مو، چې مادي ژوند مو هم نه شلېدونكى اړيكه ورسره لري؟ پر دښمنانو مو بريا، سرلوړي، ازادي او خپلواكي مو، ابادي او د ښارونو ابادي مو هله كېږي، چې په قرآن حکیم پسې ولاړ شو. هو! پر هغه شپه، چې مقدرات ټاكل كېږي، قرآن حکیم هم پر هماغه شپه رانازل شو.[2018]

((فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ مُّبِينٍ

يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ . رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ . أَنَّى لَهُمُ الذِّكْرَى وَقَدْ جَاءهُمْ رَسُولٌ مُّبِينٌ . ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَّجْنُونٌ . إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا إِنَّكُمْ عَائِدُونَ . يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَى إِنَّا مُنتَقِمُونَ =))

10 تر 16_ په اسمان كې د څرګند لوګي رادبرېدل: داچې له دخان (دود) څخه مطلب څه دى، چې په دې آيتونو كې د الهي عذاب يوه نښه اوڅار شوې، مشرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو له آيتونو او رواياتو سره ښه سازګار دا دى، چې مطلب هماغه ټینګ او غليظ دود دى، چې د نړۍ په پاى او د قيامت په درشل كې د اسمان مخ نيسي او د نړۍ د روستيو شېبو د رارسېدو نښه او ظالمانو ته د الهي دردناك عذاب پيلامه ده؛ خو ددې تفسير يوازېنۍ ستونزه داده، چې له (15) آيت سره اړخ نه لګوي؛ ځكه د نړۍ په پاى يا قيامت كې، الهي سزا نه كمېږي، چې خلك د كفر او ګناه حالت ته ورستانه شي. كه دا جمله د يوې شرطي قضيې په بڼه مانا كړو؛ نو ستونزه هوارېږي او د آيت مفهوم دغسې كېږي: كه موږ لږ عذاب ترې لرې كړو، بيا ړومبى لار خپلوي. دا مانا د انعام سورت له 28 آيت سره ورته ده، چې وايي: ((او كه بيا ولېږل شي؛ نو هماغه څه به كوي، چې ترې منع شوي وه)).

دويم تفسير ته بل شاهد، له رسول الله(ص) او امامانو رارسېدلي روايات دي، چې دخان يې پر هغه دود تفسير كړى، چې نړۍ د قيامت په درشل كې رانغاړي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو، چې رسول الله (ص) وويل: ((له قيامت وړاندې لس نښې راښكاره كېږي: سفياني، دجال، دابة الارض، د امام مهدي پاڅون، له لويدیځه د لمر راختل، د حضرت عيسى راكېوتل، په ختيځ كې ډوبوونكي زلزله او په څېر يې په عربي ټاپوزمې (جزيرة العرب) كې او د عدن له تله د اور راولاړېدل، چې خلك د محشر پر لور ورځغلوي)).[2019]

((كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ . وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ . وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ .كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ. فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاء وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ =))

25 تر 29_ د نعمت ناشكري؛ نعمت له منځه وړي: په يو روايت كې راغلي، چې علي (ك) د مداين له څنګه تېرېده او د كسرى (انوشيروان او نورو ساساني پاچايانو) اثار يې ليدل، چې مخ پر نړېدو ول، ملګري يې عبرت ته يو شعر ووايه، چې مفهوم یې دا دى: ((د سيمې پر پاتې اثارو يې باد راولګېد، ته وا ټولو ژمنه ځى درلود او پر لور يې وروځغاستل)) امام وويل: ((ولې دې دا آيتونه و نه لوستل؟)) بيا يې دا آيتونه ولوستل، بيا يې وويل: ((دوى (د نورو د شتمنيو او واكمنيو) وارثان ول؛ خو (دا نعمتونه يې نورو ته) په ميراث ورپرېښوول. د نعمت شكر يې و نه ايست؛ نو دنيا يې د سرغړاندۍ په پار واخستل شوه. د نعمت له ناشكرۍ ډډه وكړئ؛ هسې نه الهي عذاب مو راونغاړي[2020].))

((وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ =))

32_ د بني اسرائيلو غوراوى؛ ستر ازمېښت يې: دې آيت، بني اسرائيل د خپلې زمانې غوره امت ښوولى دى؛ ځكه قرآن حکیم د آل عمران سورت په 110 آيت كې، اسلامي امت – پر نېكيو د امر كولو او له بديو د منع كولو په ځانګړنې – غوره امت ښيي. ځينې مفسران ګروهن دي، چې بني اسرائيلو داسې غوراوى درلود، چې د تاريخ په اوږدو كې يوازې په همدوى پورې ځانګړى و؛ لكه د پېغمبرانو پرېماني؛ ځكه يو قوم ته هم دومره پېغمبران استول شوي نه دي؛ البته دا خبره پردې سربېره، چې مطلب یې غوراوى نه جوتوي؛ څه غوراوى هم نه دى؛ ځكه شونې ده، د ډېرې سرغړونې له لامله ډېر پېغمبران پكې راتلل؛ لكه چې د موسى علیه السلام تر پاڅون روسته ډول ډول پېښې ښيي، له دې ستر پېغمبر سره یې څه وكړل؛ البته ددې په پامنیوي، چې دې ځېلي ټولنې (د قرآن حکیم د وينا له مخې) تل خپل پېغمبران ځورول او په خورا سرسختۍ او ځانګړي تعصب د الهي احكامو پروړاندې درېدل او ان، چې نوي له نيله تېر شوي ول، موسى علیه السلام ته يې د بوت سازۍ وړانديز وكړ، شونې ده، وويل شي له دې آيته مطلب، د امتياز څرګندول نه؛ بلكې د بل حقيقت ويل دي او د آيت مانا داده: سره له دې، چې پوهېدو، هغوى د الهي نعمتونو ناوړګټنه كوي، غوراوى مو وركړ، چې ازمېښت یې كړو. له ورپسې آيته هم ګټنه كېږي، چې الله تعالی نورې لورنې هم ورپېرزو كړې وې، چې ازمېښت یې كړي؛ نوځكه دا الهي غوره كونه، نه يوازې د غوراوي دليل یې نه دى، چې په ترڅ كې یې يو رټنه هم كښل شوې ده؛ ځكه ددې نعمت حق يې پوره نه كړ او له ازمېښته په بريا و نه وتل.[2021]

((أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ =))

37_ د ((تُبَّعٍ)) قوم: ((تبع)) د يمن د پاچايانو ټولیز لقب و؛ خو دلته قرآن حکیم د يمن د يوه پاچا په هكله خبره كړې ده، چې په ځينو رواياتو كې یې نامه ((اسعد ابوكرب)) ښوول شوې ده. يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې دا يو حقپالى او مؤمن و او په دې آيت كې يې د ((تبع قوم)) تعبير په همدې مانا دليل نيولى دى؛ ځكه په دې دوو آيتونو كې، پخپله همدا رټل شوى نه؛ بلكې قوم يې رټل شوى دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((تُبع)) د اوس او خزرج ټبرونو ته وويل: تاسې دلته پاتې شئ، چې دا پېغمبر؛ يعنې د اسلام رسول الله(ص) راشي. كه زه واى؛ نو په چوپړ كې به يې وم او ورسره وتلم)). ځينو ويلي، چې تبع، د يمن يو يرغلګر پاچا و، چې تر هنده يې يرغل وكړ او ددې سيمې ټول هېوادونه يې په خپله ولكه كې كړل. د يو يرغل په ترڅ كې مكې ته ورننوت او هوډ يې درلود، چې كعبه ويجاړه كړي. سخته رنځوري پرې راغله، چې طبيبان يې له درملنې بېوسې شول. په ملګرو كې يې يو شمېر پوهان وو، چې مشر یې د ((شامول)) په نامه يو حكيم و. ورته يې ويل ځكه رنځور يې، چې د كعبې خونې ته دې نيت بد دى او كه له دې فكره واوړې او بښنه وغواړې؛ نو وبه رغېږي. تبع له خپل هوډه تېر شو او نذر يې ونيو، چې د كعبې خونه به درنه بولي. چې روغ شو؛ نو كعبه يې په يماني ټوكر كې پوښ كړه.[2022]

((ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ =))

49_ وڅكه، چې ډېر ځواكمن او عزتمن وې!: په تېرو آيتونو كې د دوزخيانو يو شمېر جسماني سزاوو ته اشاره شوې ده. الله تعالی يې په دې آيت كې يوه اروايي سزا ياده كړې ده، چې بې ايمانه او سرغړاندو مجرمانو ته ويل كېږي: ((وڅكه، چې (په خپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې!)) ته وې، چې بېوزلي دې ښكېل كړي ول او ظلم دې پرې كاوه او ځان ته په ناماتي ځواك او سرباندې درناوۍ قايل وې. هو! دا ته وې، چې په كبر دې هره ګناه كوله. اوس دې د خپلو كړنو پايله وڅكه، چې سترګو ته دې انځور شوې ده او لكه چې څنګه دې د خلكو بدن او روح سېځلى و اوس دې دننه او دباندې د الهي عذاب په اور كې او په سوځنده اوبو سوځي. په يو حديث كې راغلي، چې يوه ورځ رسول اكرم (ص) د ابوجهل لاس ونيو او و یې ويل: ((ابوجهله! درباندې افسوس، درباندې افسوس!)) ابو جهل وويل: په څه مې ګواښې؟ ستا او د خاونددې راباندې زور نه رسي. په دې ټوله سيمه (مكه) كې تر تولو غړیالی او عزتمن يم. دا آيت همدې مانا ته اشاره ده او وايي: چې كله يې د دوزخ په اور كې اچوي؛ نو ورته وايي: وڅكه ته خو ځواكمن او عزتمن وې!.[2023]

((كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ =))

54_ حورالعين: په ژوند كې د خيال د ارامۍ، مينې؛ خوشحالۍ او نشاط له مهمو وزليو، د مناسب او له هر پلوه د كمال در لودونكي همسر (كه نارينه وي که ښځينه) درلودل دي، چې د ستونزو زغمل اسانولاى او د بنيادم ژوند ته ښېرازي؛ خوږلنى او خوشحالي وربښلاى شي. اپوټه، ددغسې همسر نه درلودل (يا د نامناسب همسر نه درلودل) كافي ده، چې د ژوند خواږه شات د انسان په كومي كې ترخه شي؛ كه څه له هر پلوه د ژوند نورې وزلې ورته چمتو وي. په بله وينا: مناسب، د كمال او فضيلت درلودونكى او مهربان همسر، يوازې د جسم د خوند اخستو لامل نه؛ بلكې د روحي خوند بنسټ هم دى. بې دليله نه دى، چې قرآن حکیم مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې د جنتي ډول ډول نعمتونو د يادولو په ترڅ كې، پردې ټكي ډډه وهلې او په اړه يې په زړه پورې او شمېرلي تعبيرونه لري. د قرآن حکیم په څو ځايونو كې جنتي همسران په ((حورالعين)) نومول شوي دي. ((حور))، د ((حوراء)) جمع ده او ((اَحور)) هغه ته ويل كېږي، چې د سترګو تور یې پوره تور او سپين يې پوره سپين، راڼه او ځلاند وي، چې دا د سترګو نهايي ښكلا ده. ځينو د غړيو پر سپينوالي مانا كړې ده او شونې ده دا تعبير يې هم د سترګو ښكلا او هم يې د غړيو سپينوالي ته اشاره وي. ((عين)) د ((اَعيَن)) جمع او ((عَيناء)) د غټو سترګو پر مانا ده او هغې ښځې يا هغه نارينه ته ويل كېږي، چې غتې، زړه راکښونکې او ښكلې سترګې لري. قرآن حکیم يې؛ ځكه د سترګو پر ښكلا ډډه وهلې، چې تر هر څه وړاندې یې د انسان ښكلا، په سترګو كې ده او دا تعبير، د ټول بدن ښكلا ته يو تعبير دى. همداراز پام مو وي، چې ((حور)) او ((عين)) پر مذكر او مؤنث دواړو اطلاقېږي؛ نوځكه پراخ مفهوم لري، چې ټول جنتي همسران رانغاړي؛ مؤمنو نارينه وو ته ښځینه همسرانې او مؤمنو ښځو ته نارينه همسران[2024]. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((كه يوه جنتي حوره د دنيا خلكو ته وويني او خپله څڼه راښكاره كړي، د دنيا په خلكو كې اړو دوړ راولاړېږي او سكه، چې څوك لمونځ كوي؛ نو كه له خدايه و نه غواړي، حور العين یې همسر شي؛ نو دوى وايي: دا مو څومره په اړه بې رعبته دى![2025])). په بل روايت كې ترې لولو: ((جنتيان، چې د ښځې او مېړه له ګډ ژوند یا زناشويۍ څومره خوند وړي، تر بل څه يې نه وړي ان تر خوراك او څښاك))؛ البته مراد، د جنت د جسمي نعمتونو خوندونه دي؛ ځكه د قرآن حکیم له آيتونو او د پاكلمنو له رواياتو ګټنه كېږي، چې د جنتيانو د مانيز سوبتیا – حضور، الهي قرب او د الله تعالی د رضا خوند تر هر خونده اوچت او خوندور دى[2026].

 

سورة الـجاثيـة

د جاثيه سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې رانغاړلېږي:

١- د قرآن حکیم ستریا. ٢- د توحيد يو شمېر دلايل. ٣- د پنځ – طبيعت نمانځو يو شمېر ادعاوې او ځوابونه يې. ٤- د بني اسراييلو په څېرد ځينو اقوامو برخليک ته يوه اشاره. ٥- هغو بې لاريو ته ګواښنه، چې پر خپلو کږو وږو ګروهو ټينګارکوي. ٦- عفوې او تېرېدنې ته بلنه؛ خو په عين حال کې د حق له بهيره به نه اوړې. ٧- د قيامت لړزوونکيو پېښو ته يوه څرګنده اشاره.[2027]

((وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَابَّةٍ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ =))

4_ د انسان هېښنده پنځون ته يوه پاملرنه: ددې آيت په وينا، خپل پېچلي پنځون ته د انسان پاملرنه، د هستۍ د پوه او ځواكمن پنځګر پېژندو ته ډېره مناسبه وزله ده. انسان، یو کوشنى جسم دى، چې ستره نړۍ پكې را لنډه شوې. د يوې ژوندينكې جوړښت يې يو خواله ډوله ستر رغاویز – صنعتي ښار دى. د يو ويښته پنځون، چې ځينې ځانګړنې یې را برسېره شوي، پخپله د الله له سترو نښو ځنې دي. په زرګونو كيلومتره کوشني او لوى رګونه او د وېښته په څېر سرباندې نري رګونه او د اعصابو د لړۍ زر كيلو متري ارتباطي ريښې او مخابراتي سيمونه او په مغزو كې يې له قومندانۍ سرباندې پېچلي او پیاوړى مركز سره اړيكه او د بدن د هر دننني غونډال كړچار او د ناڅاپي پېښو پروړاندې يې هېښنده همغږي او د بهرنيو لاملونو د يرغل پروړاندې د بدن د دفاعي ځواك سرسخته دفاع، هر يو په يوازې ځان د ايمان او يقين طالبانو او د فكر او اندنې خاوندانو ته – چې ټول ژوي د الله پېژندنې وزله بولي – خورا مهمه نښه ده؛ خو هغوى چې له توکیز او دنیوي ژوند ورهاخوا پر څه ګروهه نه لري، هېڅكله به دغسې اغېز ورچمتو نشي؛ كه څه خپل ټول عمر د نړۍ د ناپېژاندو د پېژندو په لار كې تېر كړي[2028].

((وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاء مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ =))

5_ د رڼا، اوبو او هوا درې سترو نعمتونو ته پاملرنه: په دې آيت كې درې سترو الهي نعمتونو ته اشاره شوې، چې د انسان او ژوندي ژویو په ژوند كې مهمه ونډه لري. لومړى نعمت، د رڼا او تيارې او د شپې او ورځې د تلو راتلو غونډال دى، چې هر يو په ځانګړي پېینه- نظم د بل ځايناستېږي. كه همېش ورځ وه؛ نو تودوخه دومره پورته ختله، چې ټول ژوندي ژوي سوځېدل او كه تل شپه وه، ټول د سختې يخنۍ له لامله كلكېدل. پوهان وايي، سره له دې، چې د ځمكې په بېلابېلو سيمو كې د شپې او ورځې د اوږدوالي له پلوه توپير شته؛ خو كه د كال ټول وختونه حساب كړو؛ نو دقيقاً ټولې سيمې د لمر له رڼا يو هومره برخمنېږي. دويم نعمت، د اسمان ژوند بښانده رزق؛ يعنې باران دى، چې نه یې د طبع په لطافت كې ګړ پړ شته او نه يې د بيا ژواكۍ په ځواك كې څه خبره شته او په هر ځاى كې د ژوند، ښېرازۍ او ښكلا نښه ده. ولې دغسې نه وي، حال دا د انسان د بدن آريزه برخه او ډېرى څاروي او بوټي له اوبو شوي دي. درېيم نعمت، باد دى؛ هغه باد، چې ساه كښو ته له اكسيجنه ډكه هوا هرځاى ته وروړي. چاڼ ته په كاربن ككړه هوا، بېدياوو او ځنګلونو ته ورلېږي او تر چاڼ روسته یې ښارونو او اباديو ته راستنوي. هېښنده خو داچې خاروې او بوټي یو د بل پر ضد عمل كوي؛ لومړى اكسيجن اخلي او د كاربن ډاى اكسايد ګاز خارجوي او دويمي همدا ګاز اخلي او اكسيجن خارجوي، چې د ژوند په غونډال كې انډول ټينګ شي او د وخت په تېرېدو د ګټورې هوا زېرمه له منځه ولاړه نشي. د بادونو لګېدل پردې سربېره، چې بوټي دوه ځاني او بلاربوي او په سيمو كې ډول ډول تخمونه شيندي او طبيعي لوړې او ځنګلونه پالي، په سمندرونو كې څپې رامنځ ته كوي؛ هغه څپې، چې سمندر ته حركت او ژوند وربښي او اوبه له عفونت، ګنده كۍ؛ خوساتوب او فساده ساتي او بېړۍ پكې په حركت راولي[2029].

((قُل لِّلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لا يَرْجُون أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِما كَانُوا يَكْسِبُونَ =))

14_ له هغوى تېر شئ، چې ايام الله ته هيلمن نه وي: دا آيت په مكه كې رانازل شوى او د تېرو آيتونو په دوام كې دى، چې د مستكبرينو او د الله د آيتونو د ملنډو وهوونكيو حالات څرګندوي او په خورا سختو عذابونو يې ګواښي. ته وا مؤمنان، چې له دغسې وګړيو سره مخامخېدل، چې په پېغور او د رسول الله په سپكاوي كې له بريده اوړېدل او ليدل يې، چې د الله پر آيتونو ملنډې وهي؛ نو بې كاواكه كېدل او د كتاب الله او رسول الله (ص) په باب يې دفاعي حالت نيوه او له كافرانو يې غوښتل، چې له دغسې چلنه لاس واخلئ او پر الله او رسول الله(ص) ايمان راوړي؛ خو له دې غافل، چې دغه كافران د خپل ځېل او تكبر له لامله، د الهي عذاب په حكم كې رانغاړل شوي او هدايت به نشي؛ نوځكه الله خپل رسول الله(ص) ته امر كوي، چې مؤمنانو ته اعلان كړي، چې بايد له دغسې مشركانو تېر او عفوه يې كړي او څه دې ورته نه وايي؛ ځكه ژر به د خپلو كړنو په سزا ورسي[2030].

((ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ =))

18_ رسول الله(ص) پر شريعت او حق دين: له لوړ كڅه، چې د سيند اوبو ترلاسه كولو لپاره كومه لار جوړېږي، ((شريعت)) ورته وايي، او هره لار، چې انسان خپلې موخې ته رسوي هم پرې اطلاق كېږي. دا تعبير ځكه د حق دين په باب كارول شوى، چې انسان د وحې سرچينې، الهي رضا او تلپاتې نېكمرغۍ ته (چې د ژوندون د اوبو په څېر دی) رسوي. دا اصطلاح په قرآن حکیم كې يو ځل او يوازې د اسلام په اړه كارېدلې ده.[2031]

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ =))

21_ مؤمنانو او كافرانو ته بېلابېل ژوند او مرګ: د قرآن حکیم په ګڼ شمېر آيتونو كې د مؤمنانو او كافرانو ډلې يا د پرهېزګارانو او ګناهكارانو ډلې سره پرتله شوي دي. دا آيت څرګندوي، چې ايمان او صالح كړنې يا كفر او ګناه د انسان پر ژوند اغېز شيندي. مؤمنان د ايمان او ښو كړنو په رڼا كې له ځانګړې ارامۍ برخمن دي، داسې چې د ژوند ترخې پېښې یې پر روح اغېز نه شيندي؛ حال دا بې ايمانه او ګناهګاران همېش پرېشانه وي او كه په ظاهري سوكالۍ كې هم وي، تل د خپلو توکیزو نعمتونو د منځه تلو پر رنځ اخته وي او كه له كوم كړاو سره مخ شي، د مقابلې وس ورسره نه لري. مؤمنان د الهي ولايت په رڼا كې په ژوند كې يې لاسنيوى شوى او پر سمه لار هدايتېږي؛ خو دويمه ډله نه ژوند ته ټاكلې موخه او نه څرګنده كړلار مومي؛ نوځكه د تپوتيارو په څپو كې ځلبلانده او لالهانده دي. دا يې ددې نړۍ ژوند دى؛ خو مرګ، چې د پايښتي نړۍ پر لور يوه دريڅه او آخرت ته يو ور دى، پرهېزګارانو ته له ټولو سختيو ځنې ژغورنه او د بې كړاوه ښه ژوند پيلامه ده؛ حال دا بې ايمانه ګناهګارانو ته د سپېره او كړمن ژوند پيل دى[2032]. قرآن حکیم د پرهېزګارانو په هكله وايي: (د مرګ) پرښتې چې د سپېڅليو او پاكانو ساګانې اخلي، ورته وايي: ((پرتاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له لامله جنت ته ننوځئ.[2033])) حال دا له بې ايمانه ګناهګارانو سره بل ډول خبرې كوي؛ ((هغوى چې پرځانونو يې ظلم كړى دى؛ نو (د مرګ) پرښتې يې چې ساګانې اخلې؛ نو په دې وخت كې تسليمېږي (او په دروغو وايي) موږ هېڅ بدكار نه دى كړى، هو! څه مو چې كول، الله پرې خبر و. (کافرانو ته ويل كېږي:) نو د دوزخ پر ورونو ننوځئ او هلته به تل اوسېږئ او په رښتيا چې د سرغړاندو هستوګنځئ ډېر ناكاره دى![2034]))

((وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ =))

24_ د پېرپالو (دهريانو) ګروهې: په دې آيت كې، د توحيد د نټو په باب يوه بله ويينه راغلې ده؛ خو دلته يې د يوې ځانګړې ډلې؛ يعنې دهريانو نامه راوړې، چې په مطلق ډول په هستۍ كې د صانع له شتونه منكر دي؛ حال دا ډېرى مشركانو په ظاهر كې پر الله ايمان درلود او بوتان يې د ده د درشل سپارښتګر ګڼل. دا ګروهه، چې د هر (روزګار) د پېښو کړند – فاعل (او كوونكى) دى يا د يو شمېر نورو په تعبير، د افلاكو ګرځېدنه او د ستوريو اوضاع پېښې رامنځته كوي، چې دا په تېرو پېړيو كې د يو شمېر توکیزوالیو – ماديونو ګروهه وه، چې د پېښو لړۍ به يې تر افلاكو رسولې او ګروهن ول، چې په نړۍ كې مو هرڅه راپېښېږي، هغوى يې لامل دي. د زمانې په تېرېدو سوكه سوكه دا کږنې انګېرنې له منځه ولاړې، په تېره د ستور پوهنې پرمختګ جوته كړه، چې د افلاكو (د پیاز د غوټۍ په څېر د كراتو شتون) په نامه يو څيز بهرنى شتون نلري او د پاسنۍ نړۍ ستوري هم لږ و ډېر د ځمكې په څېر جوړښت لري؛ خو ځينې خاموش او تت دي او له نورو كراتو رڼا اخلي او ځينې بل دي او رڼا خوروي. دهريانو كله په ترخو پېښو كې دهر ته كنځلې كولې. هېښنده خو داچې اغېزې يې په اوسنيو ادبياتو كې هم ليدل كېږي، چې ځينې موحد شاعران هم دهر كنځي، لعنت پرې وايي، چې دغسې او هاغسې دې وكړل. ددې غلط تفكر پروړاندې له رسول الله(ص)نه په يو روايت كې لولو: ((روزګار مه كنځئ؛ ځكه چې الله تعالی روزګار دی))؛ دې ته اشاره، چې روزګار، تش يو لفظ دى. څوك چې ددې نړۍ مدبر او د هستۍ كارګرځى دى، الله دى. كه د نړۍ مدبر او كارګرځى وكنځئ؛ نو بې پامه مو وسمن سپېڅلی څښتن كنځلى دى. كه وينو، چې د لويانو او ان امامانو په ځينو غوڼدلو كې، له دهر او روزګاره شكايت شوى؛ نو مطلب د روزګار او زمانې خلك دي، نه افلاك او د هستۍ غونډال.[2035]

((وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =))

28_ پر ګونډو امتونه: د سترو مفسرانو په ويناوو كې له ځينو تعبيرونو ګټنه كېږي، چې په تېرو وختونو كې د دعوا خاوندان به د قاضي په مخكې په ګونډو كېناستل، چې له نورو وپېژندل شي. د قيامت پر ورځ هم په هماغه ستر نياوتون كې پر ګونډو كېږي، چې محاكمه شي. شونې ده دا تعبير، ددې نښه وي، چې هغوى د هر حكم او فرمان منلو ته چمتو دي؛ ځكه د تيارسئ په حالت كې وګړي پر ګونډو كېني. ښايي هغه كمزورۍ، بېوسۍ او ډار ته اشاره وي، چې دوى رانغاړي. شونې ده، د آيت په مفهوم كې دا ټولې ماناوې هم وي.[2036]

((هَذَا كِتَابُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =))

29_ د كړنو بیالیکون- استنساخ: ددې آيت په تفسير كې ډول ډول خبرې شوي؛ خو په دې دوو كې يوه يې سمه ده: دلته بیالیکون- استنساخ يا د اصل ليكلو پر مانا دى يا د بنيادم خپله كړنې د تكويني كتاب په څېر دي، چې د كړنو پاسوالې پرښتې یې له مخې نسخه او عكس اخلي؛ نوځكه په ((يس_12)) كې ددې تعبير پرځای، ليكل راغلي دي: ((په يقين مړي راژوندي كوو او څه يې، چې مخكې لېږلي او ټول اثار يې ليكو.[2037]))

((وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا وَمَأْوَاكُمْ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ =))

34_ نن مو هېروو: د الله پوهه پر هرڅه راچاپېره ده؛ نوځكه هېر لار ورموندلاى نشي. دا تعبير، د ګناهګار د ناليدلو ګڼلو يو كنايه ده. موږ هم په ورځينيو خبرو اترو كې وايو: پلانى بې وفا دوست خو همېش هېر كړه؛ يعنې د يو هېر شوي انسان په توګه ورسره چله او مينه ورسره پرېږده او بيخي يې پوښتنه مه كوه. دغسې دا تعبير د كړنو پر انځور او د سزا او ګناه ترمنځ انډولتیا ته يو بل تينګار دى. ځكه د قيامت هېروالى لاملېږي، چې لورين الله يو څوك له خپلو ټولو لورنو بې برخې كړي[2038].

سورة الاحقاف

د احقاف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت موخې دادي: ١- د قرآن حکیم ستریا. ٢- د هر ډول شرک او بوتپالۍ پر ضد پرېکنده مبارزه. ٣- معاد او د پالونکي محکمه. ٤- په احقاف(شګلنه) سيمه کې د عاد قوم داستان ته يوه اشاره. ٥- د رسول الله(ص) عامې بلنې ته اشاره (تردې، چې بې له انسانانو، پېريان هم رانغاړي). ٦- د مؤمنانو هڅونه او د کافرانو ګواښنه. ٧- رسول الله(ص) خورا زغم او د تېرو سترو پېغمبرانو په سيرت پسې تلو ته وربوللي.[2039]

((قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ =))

4_ د كتاب يا له تېرو پاتې د علمي اثر د راوړو غوښتنه: له دې آيته ګټنه كېږي، چې دليل بايد يا نقلي اړخ ولري، چې د اسماني وحې له لوري دى يا عقلي او منطقي اړخ يا د پوهانو شهادت او ګواهي وي. مشركان د بوتانو په اړه، په خپله ادعا كې نه پر وحې او اسماني كتاب متكي ول او نه يې د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې د بوتانو برخه درلودل جوتولاى شوه، چې په دې عقلي دليل يې الوهيت جوت كړي او نه يې وينا د تېرو علومو كوم اثر تاييدوي، دين او مسلك يې يوازې يو موټى ناوړه کږنې او انګېرنې – خرافات او دروغجنې انګېرنې دي[2040]. علي (ك) خپل زوى امام حسن مجتبى (رض) ته په خپل مشهور وصيت كې ويلي: ((زويه پوه شه، كه دې د پالوونكي شريك واى، پېغمبران يې هم راتلل او د هغه د پاچاهۍ او ځواك اثار دې ليدل او د هغه كړنې او ځانګړنې دې پېژندې؛ خو ستا الله ايكي يو دى؛ هاغسې، چې پخپله یې خپل ځان وصف كړى دى)). سره له دې څنګه شونې ده، بل الله تعالی هم شتون ولري، چې نه یې په هستۍ كې د اکر – وضع او جوړښت اثار وينو او نه يې د استازيو كومه نښه، چې دا یې بيخي له حكمتوالي سره اړخ نه لګوي؛ ځكه دا لاملېږي، چې انسانان يې نه پخپله وپېژني او نه يې عظمت او ځواك وپېژني. پردې سربېره، د ايكي يو الله د ګردو پېغمبرانو بلنه د دوو خدايانو له فرضي شتون سره اړخ نه لګوي؛ ځكه هغه الله، چې پېغمبران یې له لوري دي، شونې نه ده، چې كوم خلاف مطلب د خلكو په خولو كې واچوي او په دروغو توحيد ته بلنه وكړي؛ ځكه دا هم د الله له حكيم والي سره سازګار نه دى؛ البته د الله د ايكي يو توب د جوتولو لار، يوازې په همدې پورې را ايساره نه ده او نور دلايل هم لري؛ خو داچې د يو الله نمانځنې ته د بلنې په باب ټول پېغمبران يوه خوله دي، چې دا پخپله يو خپلواك دليل دى[2041]؛ نوځكه د ((أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ)) (راوښيئ، چې د ځمكې یې څه پنځولي) غونډله عقلي دليل ته اشاره ده او((اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا)) (تردې وړاندې اسماني كتاب راته راوړئ) اسماني وحې ته اشاره ده او ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) (له تېرو پاتي علمي اثر) د تېرو پېغمبرانو يا يې وصيانو سنتو يا د مخكينيو پوهانو آثارو ته اشاره ده. له امام باقر رحمة الله علیه د ((أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ)) په تفسير كې روايت شوى: ((مطلب ترې د پېغمبرانو د ځايناستیو علم دى)).[2042]

((قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنْ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ =))

9_ د مشركانو ډېرى نيوكو ته يو ځواب: ددې آيت ډېرې لنډې او له مانا ډكې غونډلې، د مشركانو ډېرى نيوكو ته يو ځواب دى؛ لكه كله د رسول الله(ص) له بعثته هک پک ول، چې څنګه شونې ده يو بشر له الله سره اړيكه پيدا كړي. كله يې ويل، چې ولې خواړه خوري او په كوڅو او بازار كې ګرځي، كله يې هېښنده معجزې غوښتې او هر يو غوښتنې درلودې، كله يې تمه درلوده، چې رسول الله(ص) دې د غيبي علم مركز وي او ټولې ګانده – راتلوونكې پېښې دې ورته ووايي او كله هک پک ول، چې ولې رسول الله توحيد او ايكي يو معبود ته بلنه كوي. دا آيت دې ټولو پلمو ته په لنډه ځواب وركوي او وايي: زه لومړى تن نه يم، چې خلك توحيد ته رابولم تر ما وړاندې ډېر پېغمبران راغلي، چې ګرسره بشر ول. جامې يې اغوستې؛ خواړه يې خوړل، يو يې هم د مطلق غيبي علم مدعيان نه ول؛ بلكې ټولو ويل: د غيبو له پېښو هومره خبر يو، چې الله را ښوولي او يو يې هم د خلكو هوسي وړانديزونو ته تسليم شوي نه ول. ټول بايد پوه شي، چې رسول الله (ص) هم د الله د بندګانو يو بنده دى او پوهه او ځواک يې د الله په غوښتنې پورې محدود دى. مطلقه پوهه او ځواک يوازې د پالوونكى دى. دا هغه واقعيات دي، چې بايد خلك پوه شي، چې بې ځايه نيوكې پاى ته ورسوي. پام مو وي، چې دا آيت له هغو نورو آيتونو سره څه ټكر نه لري، چې ښيي رسول الله له غيبو خبر و؛ ځكه دا آيت خپلواكيز او استقلالي غيبي علم نفې كوي؛ خو نور آيتونه په الهي ښوونو د پېغمبر د غيبي علم خبرې كوي[2043].

((قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ =))

10_ د قرآن حکیم پر رښتينتوب له بني اسرائيلو يو شاهد: ډېری مفسرانو ويلي، چې له دې شاهده منظور، د يهودو مشهور عالم، ((عبدالله بن سلام)) دى، چې په مدينه كې مسلمان شو. روايت شوى، چې په يوه پېښه كې یې (چې رسول الله(ص) ، يو تن مسلمان او يو شمېر يهود ناست ول) لومړى له يهودو منښته – اعتراف واخسته، چې په دوی کې همدا پر تورات ډېر پوه دى. بيا يې د رسول الله(ص) پر نبوت منښته وكړه، چې دا هماغه پېغمبر دى، چې په تورات او انجيل كې یې د راتلو زېرى شوى دى. بيا یې د اسلام دين ومانه او د رسول الله ملګرى شو او د يهودو له ليكي وووت[2044].

((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَا إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ =))

11_ په ديني چارو كې د ځانپالو سول- منطق: مفسرانو دې آيت ته څو شأن نزوله ويلي او له ټوله يې ګټنه كېږي، چې بېوزليو، تشلاسو او بېديامېشتو په بیړه د اسلام هركلى وكړ؛ ځكه نامشروع ګټې يې نه درلودې، چې په خطر كې ولوېږي او په مغزو كې يې د پېسمنۍ – كبر بادونه هم نه لګېدل او تر مړو ځانپالو يې زړونه پاك ول. داچې دې پاړکۍ – طبقې د اسلام تود هركلى وکړ؛ نو دا ددې دين يو پياوړى ټكى ګڼل كېږي؛ خو سرغړاندو يې د كمزورۍ ټكى وباله، و یې ويل: دا څه دين دى، چې لارويان يې ګڼ شمېر بېوزلي، لاس اړي، مینزې او مريان دي؟! كه دا يو معقول ښوونځى وي؛ نو د ټولنې د ټيټې پوړۍ خلكو به هركلى ورته نه وايه؛ خو موږ، چې د لوړې پوړۍ خلك يو او د ټولنې سترګې او ډيوې يوو، پر څټ ترې پاتې شو. نن هم ددين باب په پېسمنو – كبرجنو شتمنو كې دا انددود دى او وايي: دين د بېوزليو او پښو لوڅو په درد خوري او دواړه يو بل ته ښه دي، موږ په لوړه كچه كې يو. قرآن حکیم په دې آيتونو كې بسیا ځواب وركړى دى[2045].

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ =))

15_ انسانه! له مورو پلار سره دې نېکي وكړه: دې آيت، ټول انسانان له مورو پلار سره نېكۍ كولو ته وربللي او ددې مطلب هڅونې ته يې هغو سختيو ته اشاره كړې، چې مور یې د دوه ځانۍ، زېږون او تي وركولو پرمهال زغمي. پام مو وي، چې دا آيت د دوه ځانيتوب لږ تر لږ وخت (؛ يعنې شپږ مياشتې) او پرې سربېره د تي وركولو حد اكثر وخت (يعنې دوه كاله= 24 مياشتې) ته اشاره لري، چې ټولې دېرش مياشتې كېږي. په تاريخ كې ډېر ځل ښوول شوي، چې ځينو ښځو تر شپږو مياشتو دوه ځانيتوب روسته زېږون كړى او اولاد يې هم روغ رمټ پاتې شوى دى[2046]. په هر حال مور دېرش مياشتې (دوه ځانيتوب او تي وركولو وختونه) د خپل اولاد په باب ستره سرښندنه او فداكاري كوي. د څاڅكي د غوټه كېدو له لومړيو ورځو، د مور حالت اوړي او يو په بل پسې تكليفونه ورباندې ورځي، چې هومره جنين وده مومي، د مور له تنه ډېر مواد اخلي او ان پر هډوكيو او اعصابو يې اغېز پرې باسي. كله يې خوب؛ خواړه او دمه ګډوډېږي او د دوه ځانيتوب په روستيو وختونو كې تلل، ان كېناستل او پورته كېدل ورته ستونزمنېږي؛ خو په زغم او له اولاد سره د مينې په پار، چې به زېږېږي او په غېږ كې به ورته خاندي، دا ټولې نادودې زغمي. د زېږون وخت د مور د ژوند سختې شېبې دي، تردې، چې كله مور خپل ځان تر اولاد بلهاروي. په هر حال، دا دروند بار، چې ځمكې ته ورسېد، بل سخت پېر پيلېږي؛ د شپې او ورځې د خپل اولاد څارنه، داسې پېر، چې مور بايد د خپل کوشني ټولې اړتياوې پوره كړي. كه درد لري، د درد ځاى ښوولاى نشي او كه له لوږې، تندې، تودوخې او يخنۍ په تكليف دى؛ خو ويلاى یې نشي؛ خو داچې وژاړي او مور بايد په څېړنه، ځيرنه او زغم يوه يوه اړتيا يې په ګوته او ورپوره يې كړي. داچې دلته قرآن حکیم د مور له كړاوونو خبره كوي او د پلار په اړه څه خبره نشته، په دې پار نه ده، چې پلار مهم نه دى؛ بلكې داچې د مور برخه ډېره ده؛ نو ډېره ډډه پرې وهل شوې ده؛ له همدې لامله په رواياتو كې هم د مور په باب ډېر ټينګار شوى دى. بل ټكى داچې آيت پر څلوېښت كلنۍ ټينګار كوي؛ ځكه انسان غالباً په څلوېښت كلنۍ كې د عقلي كمال پړاو ته رسي او ويلي دي، چې ډېرى پېغمبران په همدې عمر كې پر نبوت ټاكل شوي دي. په يو حديث كې راغلي: ((چې څوك څلوېښت كلن شي او له ګناه توبه ونه كاږي؛ نو شيطان يې پر مخ خپل لاس وركاږي او وايي: پلار مې له دې هغه ځار، چې بيخي نه ژغورل كېږي[2047].))

((وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ =))

20_ زهد؛ د آخرت زېرمه: بېشكه په نړۍ كې له الهي نعمتونو ګټنه يو رټل شوى چار نه دى؛ خو په توکیزو خوندونو كې ورډوبېدل، د الله د ياد او قيامت هېرول، يا له دې خوندونو بې قيد او شرطه ګټنه او د نورو د حقوق لتاړل رټل شوي دي. دا مانا کړن- تعبير يوازې د قرآن حکیم په دې آيت ليدل كېږي او دې ته اشاره ده، چې كله انسان له دنيوي خوندونو سترګې پټوي يا دومره ګټه ترې اخلي، چې خپلې الهي دندې پرې وكړاى شي. په دې حال كې ته وا خوندونه يې آخرت ته زېرمه كړي؛ خو ځينې شته، چې د څارويو په څېر، بې قيدو شرطه، ترې ګټه اخلي او ټول پوپنا كوي او نه يوازې څه آخرت ته نه زېرموي؛ بلکې د ګناه پېټی هم ځان ته چمتو كوي. په يو روايت كې لولو، چې د علي (ك) د ځيګر كباب او پستې ډوډۍ ته زړه وشو، يو كال پرې تېر شو؛ خو دا هيله يې پوره نه شوه. يوه ورځ روژه وه او امام حسن (رض) ته يې د كباب پخولو امر وكړ، چې د روژه ماتي وخت شو د کور وره ته ګدا راغى. علي کرم الله وجهه وويل: ((دا خواړه ورته يوسه، هسې نه د قيامت پر ورځ مې په كړنليك كې ولوستل شي: ((اذهبتم طيباكم فى حياتكم الدنيا و استمتعتم بها)).[2048]))

((وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتْ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ =))

21_د احقاف سيمه: ((احقاف)) روانو شګو ته وايي، چې د باد لګېدو له لامله په مستطيلي ډول تاوې راتاوې يو پر بل ډېرۍ كېږي. له دې مانا کړن- تعبيره څرګندېږي، چې د عاد قوم سيمه يو ستره شګلنه سيمه ده. داچې دا سيمه چېرې ده، بېلابېلې خبرې شوي؛ خو سمه يې دا ده، چې یمن ته نژدې د عربستان ټاپووزمې سهيل ته پرته سيمه ده.[2049]

((فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ . تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ =))

24 او 25_ د عاد قوم د عذاب په اړه څو ټكي: مفسرانو ويلي، چې څه موده پر عاد قوم ورښت ونشو او هوا ګرمه، وچه او سينه تنګې شوې وه. د اسمان له څنډو تكې تورې پراخې وريځې راښكاره شوې او چې د عاد قوم سترګې پرې ولګېدې؛ نو په خوشحالۍ يې ورمنډې كړې او د خوړونو، ناونو او ډنډونو پر غاړه ودرېدل، چې د بركتي باران ننداره وكړي او مزاج يې جوړ شي؛ خو ژر وویل شول، چې دا باراني وريځ نه؛ بلكې هماغه بوږونوونکی عذاب دى، چې راتلو ته مو یې بېړه كوله. هو! توپان پرې ولګېد او دوى او شتمنۍ يې وځپلې او په لريو بېدياوو يا سمندر كې يې وغورځول. ځينو ويلي. هله يې پام شو، چې دا توره وريځ له دوړو ډكه سيلۍ او توپان دى، چې سيمې ته یې رارسېدلى، څاروي او شپانه يې چې په شاوخوا بېدياوو كې ول، له ځمكې يې پورته كړل، کېږدۍ يې ونړولې او دومره يې پورته كړې، چې د ملخ په څېر معلو مېدې، چې دا ننداره یې وليده، وتښتېدل؛ نو خپلو كورونو ته ولاړل او په ځان پسې يې ورونه وتړل؛ خو باد ورونه راوايستل او دوى يې پر ځمكه وځپل يا يې له ځان سره پورته كړل او روانې شګې (احقاف) يې پرې راخپرې كړې. په (حاقه_7) كې راغلي: (([چې الله ] دا سيلۍ پرې پرلپسې اوه شپې او اته ورځې ورالوځولې وه (او كه هلته واى)؛ نو تا به پرهغه (وخت) خلك ليدلي واى، چې د کجورو [د ورستو او تشو] ډډونو غوندې پرځمكه پراته دي!)) تر شګو لاندې يې چغې وهلې. ورپسې باد، شګې يووړې او تنې یې ښكاره شوې، راپورته يې كړې او په سمندر كې يې ورګوزارې كړې[2050].

((وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ =))

27_ ستاسې د چاپېريال د اباديو پوپنا كېدل: قرآن حکیم د مكې په شاوخوا كې له څو پرتو قومونو يادونه كړې، چې د كفر او ناشكرۍ له لامله په الهي عذاب كې رانغاړل شوي ول. د عاد قوم، په احقاف سيمه كې، چې د عربي ټاپووزمې په سهيل كې پرته وه. د ثمود قوم په حجر سيمه كې، چې د ټاپو وزمې په شمال كې پرته وه، د سبا قوم په يمن كې، چې پر دردناك برخليك اخته شو، د لوط قوم د شام پر لار پروت او همدا راز د ((شعيب)) قوم، چې په ((مدين)) كې اوسېده، چې د ډېر ګناه او كفر له لامله پر ډول ډول عذابونو اخته شول[2051].

((وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ . قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ . يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ. وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَولِيَاء أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ =))

29 تر 32_ پيريان ايمان راوړي: ددې آيتونو په شأن نزول كې ډول ډول روايات راغلي؛ لكه رسول الله (ص) له زيد بن حارثه (رض) سره له مكې ځنې په طايف كې د عكاظ بازار ته ورغى، چې خلك اسلام ته راوبلي؛ خو چا يې بلنه و نه منله او كلي ته په راستنېدو يو ځاى ته راورسېد، چې د ((پيريانو دره)) یې ورته ويله. په پخه شپه كې د قرآن حکیم پر لوست لګیا شو. په دې وخت كې يو شمېر پيريان له دې ځايه تېرېدل، چې د رسول الله د قرآن حکیم تلاوت يې واورېد، غوږ يې كېښود او يو بل ته يې وويل: چوپ شئ، چې د آنحضرت (ص) تلاوت پاى ته ورسېد، ايمان يې راووړ او خپل قوم ته د مبلغاتو په توګه ورستانه شول او اسلام ته يې راوبلل. يوې ډلې يې ايمان راووړ او رسول الله ته راغلل او رسول الله (ص) هم اسلام ورزده كړ. دلته دا آيتونه او د جن سورت آيتونه رانازل شول. په دې آيتونو كې پاموړ ټكى، هغه دود دى، چې په خپل قوم كې یې د اسلام تبليغ ته خپل كړى و. لومړى يې د قرآن حکیم د حقانيت خبره اوڅار كړه او په درېيو دلايلو يې دا مطلب جوت كړ. بيا يې پر هڅونې لګيا شو او پر دې اسماني كتاب د ايمان په سيوري كې يې د آخرت له عذابه د ژغورنې زېرى وركړ، چې هم پر معاد ټينګار دى او هم د دنيا د ناپايښته ارزښتونو پروړاندې د آخرت اصيلو ارزښتونو ته پاملرنه درلودل دي. په درېيم پړاو كې يې ايمان ته د ورشا كولو خطرونه ورياد كړل او په استدلال او خواخوږۍ يې ګواښنه ورته وكړه او ددې ښكاره بېلارۍ پايلې يې وویلې. بېشكه دا تبليغاتي دود هر چا او هرې ډلې ته اغېزمن دی[2052].

((فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ =))

35_ اولوالعزم پېغمبران: داچې اولوالعزم پېغمبران څوك دي، مفسرانو پرې ډېرې خبرې اترې كړې دي. ((عزم)) ټينګې او پخې ارادې ته وايي؛ نو اولوالعزم؛ يعنې د ټينګې او پخې ارادې درلودونكي. ددې په پامنیوي، چې د نوي شريعت او دين درلودونكي پېغمبران له خورا ستونزو سره مخ ول او له دې سره د مبارزې لپاره هوډ او ټينګه اراده پکار وه؛ نوځكه دې لړ پېغمبرانو ته اولوالعزم ويل شوي او دا آيت هم همدې مانا ته اشاره لري. د قرآن حکیم له آيتونو او د اهل بيتو له رواياتو ګټنه كېږي، چې اولوالعزم پېغمبران دا دي: حضرت نوح علیه السلام ، حضرت ابراهيم علیه السلام ، حضرت موسى علیه السلام ، حضرت عيسى علیه السلام او حضرت محمد (ص). له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((پينځه تنه ستر پېغمبران او رسولان دي او دوى اولوالعزم پېغمبران دي او د نبوت او رسالت ژرنده يې پر چورلیځ چورلي، دوى نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او محمد (عليهم السلام) دي)). ددې پېغمبرانو (په تېره د اسلام د پېغمبر) ژوند د سختو پېښو پروړاندې د بې حده مقاومت ښوونكی دی او ددې په پامنیوي، چې تل د حق بهير دغسې ستونزې لري؛ نو بايد د حق لارويان په دغسې بهير كې ترې الهام واخلي. موږ معمولاً د اسلام تاريخ له راڼه ځايه تېرو تيارو ورځو ته وينو او دا كتنه، چې له تېرو څخه ګاندې – راتلونکې ته ده، واقعيتونه بل ډول ښكاره كوي. بايد ځانونه پر هغه ورځ وګڼو، چې پېغمبر يوازې او يو تن و او ان نژدې خپلوان يې پر مخالفت د مبارزې په لومړي سر كې وو او داسې يې په ټولنيزه، وټيزه او سياسي محاصره او كلابندۍ كې نيولي ول، چې ټولې لارې یې پر پېغمبر او ډېرو لږو يارانو وربندې كړې وې. ځينې له لوږې مړه شول، ځينې رنځورۍ له پښو راوغورځول، ياران يې ورته ربړول او آنحضرت(ص) یې جسمي او روحي ځوراوه، تردې چې وژنې ته یې ملا وتړله، كوډګر، شاعر او لېونى يې ورته ووايه او د اسلام منځه وړو ته يې هره وزله كاروله؛ خو سره له دې، پېغمبر خپل زغم او څوار ته دوام وركاوه او په پاى كې يې ددې ونې خوږه مېوه وڅكله او دين يې نه يوازې په عربي ټاپوزمي، چې د نړۍ په لروبر كې خور شو او نن يې د بريا غږ (اذان) د نړۍ له ګوټ ګوټه په پينځو لويو وچو كې اورېدل كېږي؛ نو دا ده د ((فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ)).[2053]

سورة محمد

د محمد سورت ټوليزه منځپانګه: د محمد سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه د کافرانو د ناپاکو ځانګړنو پرتلنه او د مؤمنانو ښې ځانګړنې او کړنې، د لومړۍ ډلې سپېره پاى او د دويمې ډلې ښه پاى او په دې ترڅ کې د جهاد يو شمېر احکام هم بيان شوي دي[2054].

((فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاء اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ=))

4_ په اسلام كې مريیتوب: ددې آيت په وينا، جګړه ييز بندي د جګړې له پاى روسته وژلاى نشو؛ بلكې د مسلمانانو مشر، د هغو سازښتونو- مصلحتونو له مخې، چې په پام كې یې نيسي، بې عوضه يا كله په عوض ازادوي او دا عوض، يو ډول د جنګ ماتنی- جګړه ييز غرامت دى، چې بايد دښمن يې وركړي؛ البته په اسلام كې په دې اړه درېيم حكم هم شته، چې بنديان دې مريان كړي؛ البته دا يو الزامي امر نه دى؛ بلكې په هغه حال كې دى، چې په ځانګړو شرايطو كې يې د مسلمانانو مشر لازم وبولي او ښايي پر همدې دليل په ډاګه په قرآن حکیم كې راغلى نه دى او يوازې په رواياتو كې راغلى دى. مريتوب د رسول الله په پير كې و او ځينې پر اسلام نيوكه كوي، چې ولې دې الهي دين (له دې منځپانګې او انساني لوړو ارزښتونو سره سره) يومخې مريتوب لغو نه كړ او د يو پرېكنده او ټولیز حكم له مخې يې د مريانو بې قيد و شرطه ازادي اعلان نه كړه. پام مو وي په يو انسان يا ټولنه كې، چې يو ناسم خوى، عادت او روږد جرړه ځغلولې وي؛ نو له منځه وړو ته يې بايد د مهال ويش له مخې كړلار جوړه شي او ډېر ځل ناڅاپي مخنیوی يې ناوړه اغېز شيندي. پر هغه مهال مرييتوب په ټولنه كې يو روږدى دود و او ډېرى وګړي مريان ول. كه اسلام په يو ټولیز فرمان کې د ټولو مريانو ازادول اعلان كړي واى، ناڅاپه يو ستره بېكاره ټولنه رادبرېده، چې هم یې ژوند له خطر سره مخېده او هم شونې وه، د ټولنې پېیون – نظم ګډوډ شي او د نېستۍ د دباو له لامله په هرځاى كې نښتې او جګړې رامنځ ته شي. له همدې لامله بايد سوكه سوكه ازاد او ټولنې ته جذب شي، چې نه دوى او نه د ټولنې امنيت په خطر كې شي. د اسلام شمېرل شوې كړلار دا وه، چې د مرييتوب سرچينه ټپه كړه او يوازې په يوه ځاى كې يې د ګټې اخستو اجازه وركړه او هغه، جنګي بنديان ول، چې الزامي اړخ يې نه درلود او د جواز دليل يې دا و، چې پر هغه وخت، د بنديانو د حالاتو تر څرګندېدو پورې كوم زندان نه و، چې پكې ساتل شوي واى او يوازينۍ لار يې دا وه، چې پر كورنيو وويشل شي او د مريي په توګه يې وساتي. ښكاره ده، چې كه دغسې شرايط واوړي؛ نو هېڅ دليل نشته، چې د مسلمانانو مشر د بنديانو په باب د مرييتوب حكم ومني او د مصالحو په پامنيوي په فديه يا بې فديې يې ازادولاى شي. بلخوا وينو، چې اسلام د مريانو ازادۍ ته پراخ کړلار اوډن كړې ده، كه مسلمانانو پلې كړې واى؛ نو په نه دومره ډېره موده كې، ټول مريان سوكه سوكه ازادېدل او اسلامي ټولنې ته ورماتېدل. ددې کړنلارې غټ غټ ټكي دا دي: 1_ د زكات يو لګښت، د مريانو ازادول دي. 2_مريان له خپلو مالكانو سره د تړون له مخې د خپل لاس د لاسباړې په بدل كې ازادېداى شي. 3_ د مريانو ازادول، په اسلام كې يو مهم عبادت او د خير چار دى او د اسلام مشران په دې چار كې مخكښ ول او په ډېره لږه پلمه يې مريان ازادول. 4_ په اسلام كې د ډېرى ګناهونو كفاره، د مريانو ازادي ټاكل شوې ده. د اسلام د شمېرل شوې كړنلار له مخې، چې مريان په دې منځومال كې د خپلې ازادۍ بهير وهي؛ نو اسلام يې د حقوقو بياژواكۍ ته پراخې هاندوهڅې كړي او په پوره درناوي او انساني وګړې- شخصیت ورته قايل شوي دي، تردې چې له رسول الله (ص) روايت شوى: ((د چاچې ورور يې ترلاسلاندې دى، بايد څه، چې خوري، پرې يې وخوري، چې څه اغوندي پرې يې واغوندي او تر وسې هاخوا مكلفيت دې نه ورږدي.[2055]))

((مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ =))

15_ جنتي څلورګونې ویالي: د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، چې په جنت كې ډول ډول ويالې او چينې شته، چې هره يوه ګټه او خوند لري، چې په دې آيت كې څلور بېلګې راغلي. ددې څلور ډولو په باب د ويالو تعبير راښيي، هر يوه یې، يوه وياله نه؛ بلكې ويالې دي. پام مو وي، چې جنتي نعمتونه داسې څه نه دي، چې د دنيوي ژوند په ورځني الفاظو يې په اړه خبرې وكړاى شو. دا الفاظ تردې کوشني دي، چې جنتي نعمتونه پرې پوره انځور او څرګند كړاى شو؛ بلكې په اذهانو كې يې كم رنګه شبح انځورولاى شو[2056]. ښايي په آيت كې د((مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي)) علت همدا وي؛ يعنې د جنت حقيقت تردې خورا اوچت دى، چې په كلماتو يې راوړو او اذهانو ته يې د ورنژدې كولو لپاره يوه بېلګه راوړې ده. په ((سجده_17)) كې لولو: ((نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدل كې ورته پټ كړاى شوي، هېڅوك پرې خبر نه دي[2057])) په دې آيت كې څلورو جنتي څښاكو ته اشاره شوې، چې په څلورو جنتي ويالو كې بهېږي: اوبه تندې لرې كولو ته، شيدې خوړو ته، پاك شراب نشاط او خوشحالۍ ته او شات قوت او خوند ته؛ البته دا څښاك له دنيوي څښاك سره توپير لري: د دنيا اوبه څه موده روسته بدبويه او بدمزې كېږي. د دنيا شيدې څه موده روسته خرابېږي، د دنيا شراب ترخه، بدخونده او نشه كوونكي دي او د دنيا شات په ډېرى ځايونو كې نږه نه وي؛ خو جنتي څښاك له دې ټولو خوګانو پاك دي، ته وا جنت داسې يو چاپېريال دى، چې ان کوشنۍ شانته چټلي او ناپاكي پكې نشته[2058].

((فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ =))

18_د قيامت نښې: ((اشرط)) د ((شَرط)) جمع د نښې پر مانا ده، شرط د هغه څه پرمانا دى، چې یو د بل څيز رادبرېدل پرې مشروط وي. په دې توګه، پلي كېدل يې، د راروسته څيز او ښكارنده د رادبرېدو نښه ده؛ نو د قيامت نښې، داسې څيزونه دي، چې د قيامت رادبرېدل ددې څيزونو په شتون پورې تړاو لري. ښايي له دې نښو مراد، د انسان راتګ او پر صالحانو او فاسدانو، متقیانو او ګناهكارانو يې ويشل وي؛ ځكه دا ويشنه الهي غوڅې پرېكړې ته اړينه ده، چې دا دواړه ډلې جلا كړي او هر يو ته خپله مناسبه سزا وركړي. همداراز كېداى شي د قيامت يوه نښه پر انسانانو د مړينې راتلل وي؛ ځكه د قيامت د پېښېدو شرط، د ټولو مړينه ده او چې ټول و نه مري، قيامت نه جوړېږي[2059]. ځينې ګروهن دي، چې له ((فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا)) مراد دا نه دى، چې د رسول الله (ص) پرمهال د قيامت ټولې نښې راښكاره شوي؛ بلكې ځينې يې راښكاره شوي، چې د قيامت د نژدې والي خبر وركوي او ځينې به راروسته ښكاره شي. ددې مطلب په پامنیوي، ډېرى ګروهن دي، چې په دې آيت كې له ((اشراط الساعة)) مطلب، خپله د رسول الله(ص) پاڅون دى؛ د هغه حديث په لېینه – ګواهۍ، چې پخپله آنحضرت (ص) ويلي ((زه او قيامت لكه دا دوه مبعوث او رالېږل شوي يو)) او د شهادت او منځ ګوتو ته يې اشاره كړې ده. ځينو، ((شق القمر)) او د رسول الله(ص) د زمانې يو شمېر پېښې د ((اشراط الساعة)) برخې ګڼلي. په ګڼو رواياتو كې راغلي، چې په خلكو كې د ډېرو ګناهو دودېدل، د قيامت د رانژدېدو له نښو ګڼل شوي دي. له رسول الله(ص) په يوه روايت كې لولو: ((د قيامت له نښو ځنې ده، چې پوهه او علم به راټولېږي او ناپوهي به ښكاره كېږي او شراب به څښل كېږي او زنا به ډېرېږي)) ان مهمې او اغېزمنې پېښې؛ لكه د حضرت مهدي پاڅون هم د قيامت له نښو ځنې شمېرل شوي دي[2060].

((وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ =))

20_ د جهاد له نامې ډار: دا آيت، د جهاد د حكم په هكله د مؤمنانو او منافقانو دريځ څرګندوي. ړومبى وايي: ((او مؤمنان وايي، ولې (د جهاد په اړه) يو سورت نه رانازلېږي))؛ داسې سورت، چې پكې د جهاد حكم وي او د سخت زړيو او بې منطق دښمنانو پروړاندې مو مكلفيت څرګند كړي، هغه سورت، چې آيتونه یې پر زړونو مو د ښیون- هدايت رڼا راخپره كړي او په خپلو وړانګو روح مو وځلوي؛ خو منافقان د جګړې د نامې په اورېدو دومره وحشت، پرېشاني او ډار پرې راخپرېږي، چې فكر یې له كاره لوېږي، سترګې يې ټېغېږي، رپ نه وهي، ته وا ساه يې والوته او دا د ډارنو منافقانو د حالاتو يو څرګند تعبير دى. په رښتيا ولې د مؤمنانو او منافقانو چلن دغسې نه وي؛ حال دا مؤمنان د خپل ټينګ ايمان په پار، هم د الله تعالی لورنې او مرستې ته هيلمن دي او هم په لار كې يې له شهادته څه ډار نه لري او د جهاد ډګر ورته له خپل محبوب سره د عشق ښكاره كول، د پت، فضيلت، د استعدادونو د غوړېدا د پاينې، مقاومت او بريا ډګر دى او په دغسې ډګر كې ډار څه مانا نلري؛ خو منافقانو ته د جګړې ډګر، د مرګ، پوپنا كېدو، بدمرغۍ، ماتې، له دنيوي خوندونو د بېلتون، د تكې تورې او مبهمې ګاندې ډګر دى[2061].

((فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ =))

22_ د خپلوۍ د اړیکو پرې كول: له امام سجاد نه په يو روايت كې لولو، چې خپل زوى امام باقر ته يې وويل: ((له هغه سره له دوستۍ ډډه وكړه، چې د خپلوۍ اړيكه يې غوڅه كړې وي؛ ځكه د الله تعالی په كتاب كې مې درې ځايه ملعون موندلى، الله تعالی تعالى وايي: [فَهَلْ عَسَيْتُمْ])) له رسول الله(ص) په يو حديث كې لولو: ((درې ډلې دي، چې جنت ته به نه ورننوځي: شرابخور، كوډګر او هغه چې د خپلوۍ اړيكه غوڅه كړي))[2062].

((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا =))

24_ قرآن حکیم؛ د فكر او عمل كتاب: د قرآن حکیم ګڼ شمېر آيتونو دا حقيقت څرګند كړى، چې دا ستر اسماني كتاب يوازې د تلاوت لپاره نه دى؛ بلكې روستۍ موخه يې، ذكر (يادونه)، تدبر (د چار د پايلو څېړنه)، انذار (ډارول)، له تپوتيارو د انسانانو راايستل او رڼا، شفاء، لورنې او ښیون ته يې وردننه كول دي؛ نوځكه قرآن حکیم مجيد بايد د مسلمانانو په ژوند كې پلى شي او دوى بايد دا ستر كتاب خپل لارښود او بېلګه كړي، لارښوونې يې په خورا ځيرنه عملي كړي او د خپل ژوند ټولې لارې ورسره همغږي كړي. په آيت كې په ډاګه راغلي، چې منافقانو په قرآن حکیم كې تدبر ونكړ، چې توره ورځ يې برخليك شوه. هېر مو نشي، چې له قرآن حکیمه ګټنه يو ډول ځان سازۍ ته اړتيا لري؛ ځكه كه زړونو ته د ځانپالنۍ، ښاڅمنۍ – كبر، لویۍ، ځېل او تعصب قولفونه پراته وي، د حقيقت رڼا ورته د ورننوتو اجازه مونداى نشي. علي(ك) په يوې خطبې كې د متقیانو د ځانګړنو په اړه ويلي دي: ((د شپې عبادت ته راپاڅي او د قرآن حکیم هره برخه، ارام او په تدبر لولي، ځان د تلاوت پرمهال غمجنوي او د خپل درد درمل ترې غواړي، د زېري آيت ته ورسي؛ نو تمه يې ورته پيدا شي؛ لكه ته وا پروړاندې يې دى او روح يې د يار شوق ته وزرې كاږي او چې د ډار او عذاب آيت ته ورسي د زړه په غوږونو يې اوري او ګڼي، چې په غوږونو د دوزخ چغې اوري[2063])).

((وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ =))

30_ منافقان يې له ګړدوده پېژنداى شو: شونې نه ده، چې د انسان په زړه كې يو څيز وي؛ خو د اوږد وخت لپاره يې داسې پټ كړاى شي، چې ان په كناياتو، اشارو او د كلام په لحن كې يې راښكاره نشي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((د هر چا پر زړه پټ، په بې غوره خبرو يا يې څېره كې را ښكاره كېږي)). د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې، د منافقانو خرابې خبرې – چې د خبرو د طرز مصداق يا يې شكمن خوځښتونه دي – راغلې او ښايي په همدې دليل ځينو مفسرانو ويلي، چې ددې آيت تر نزول روسته، رسول الله(ص) منافقان ډېر ښه له نښو يې پېژندل. ددې خبرې څرګند شاهد داچې رسول الله(ص) ته امر وشو، كه يو يې ومري؛ نو د جنازې لمونځ يې مه كوه او قبر ته يې د دعا لپاره مه درېږه.[2064] د جهاد پرمهال منافقانو خپله څېره ښه بربنډوله: تر جګړې وړاندې، جګړې ته د مرستو راټولولو او چمتو كېدنې پرمهال، د جګړې په ډګر كې، د دښمن د سختو بريدونو پرمهال او تر جګړې روسته، د ولجو د ويش پرمهال، چې د قرآن حکیم په ډېرو آيتونو (په تېره توبې او احزاب سورتونو) كې ورته اشاره شوې ده. چار تردې ځايه رسېدلى و، چې په دې صحنو كې ان عادي مسلمانانو هم منافقين پېژندل. د منافقانو يوه څرګنده نښه له علي (ك) سره د دښمنۍ ښودل وو. له ابوسعيد خدري (رض) په يو مشهور روايت كې راغلي: ((له ((لَحْنِ الْقَوْلِ)) (د خبرو رنګ) څخه مطلب، د علي بن ابىطالب په باب يې دښمني ده او د رسول الله(ص) د زمانې منافقان مو له علي (ك) سره په دښمنۍ پېژندل)). هو! دا د منافقانو يوه څرګنده نښه وه، چې په نارينه وو كې د ړومبي مؤمن او د اسلام د لومړي مخكښ سرښندونكي په باب يې دښمني كوله. څومره به ښه وي، چې مسلمانان ويښ وي او له دې آيته الهام واخلي او دا خطرناكه او كينه كښه ډله وپېژني، افشاء او را بربنډه يې كړي[2065].

((هَاأَنتُمْ هَؤُلَاء تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ =))

38_ له خدايه د سرغړونې پايله: دا غونډله – جمله، ټولو مسلمانانو ته يوه ګوتڅنډنه ده، چې الله تعالی د خپل پاك دين د پاسوالۍ ستر نعمت ورپېرزو كړی؛ نو په قدر يې وپوهېږي؛ خو پردې دې هم پوه شي، چې هېڅ وخت دا پېټى پر ځمكه نه پاتېږي او كه تاسې د خپل موقعيت پر اهميت پوه نشئ او دا ستر رسالت ناليدى وګڼئ؛ نو الله تعالی يو بل قوم راپاڅوي او دا ستر رسالت ور پراوږو كوي؛ هغه قوم، چې په سرښندنه، فدا كارۍ، د سر او شتمنۍ په بلهارۍ او د الله تعالی په لار كې په نفقه وركولو كې به څو ګرايه درنه اوچت وي. ډېرى مفسرانو روايت كړى، چې ددې آيت تر نزول روسته، د رسول الله يو شمېر يارانو وويل: الله تعالی په دې آيت كې كو مې ډلې ته اشاره كړې؟ په دې وخت كې يې سلمان (رض) ترڅنګ ناست و؛ نو رسول الله(ص) پر پښه يا اوږه وواهه او و یې ويل: ((مطلب، دا سړى او قوم يې دى. پر هغه قسم، چې زما ساه یې په لاس كې ده، كه ايمان په ثريا ستوري پورې نښتى وي؛ نو د پارس يوه ډله به يې ترلاسه كړي)) له امام صادق رحمة الله علیه نه يو روايت شوى، چې د مخكې آیت څرګندوونكى دى وايي: ((پر الله تعالی قسم، چې الله تعالی پر خپلې دې وعدې وفا وكړه او يو شمېر ناعرب، چې ترې غوره ول، د دوى ځايناستي كړل)). كه د اسلام او اسلامي علومو تاريخ ته په ځيرنه او بې له هر ډول تعصبه ووينو او د عجمو (نا عربو) په تېره پارسيانو ونډه له دښمنانو سره په مبارزه او د اسلامي علومو په تدوين كې ووينو؛ نو ددې حديث پر واقعيت به پوه شو[2066].

سورة الفتح

د فتح سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له اوو برخو جوړ شوى دى: ١- د سوبې زېرى او د رسول الله(ص) د خوب په عملي کېدو ټينګار، چې مکې ته به ورننوځي او عمره به کوي. ٢- د حديبيې سولې په اړوند پېښې. ٣- د رسول الله(ص) مقام او لوړې موخې يې. ٤- د منافقانو پلمې او په جهاد کې يې د نه ګډون د پلمو څو بېلګې. ٥- د منافقانو يو شمېر بې ځايه غوښتنې. ٦- له غزا اوجهاده په معاف کړاى شويو پورې اړوند احکام. ٧- د اسلام د رسول الله(ص) د رښتینو ملګرو د ځانګړنو يوه برخه.[2067]

((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا= ))

1_ فتح المبين: له دې سوبې مطلب، هغه ستره بريا ده، چې د حديبيې سولې له لارې د مسلمانانو پر برخه شوه. رسول الله (ص) پر شپږم لېږديز كال په ذى القعده مياشت كې د عمرې په نيت مكې ته وخوځېد او ټول مسلمانان يې په دې سفر كې ګډون ته وهڅول؛ خو يو شمېر له ملګر توبه ډډه وكړه. په مقابل كې يو ډېر شمېر مهاجرين، انصار او بېديا مېشتي عربان ورسره ملګري شول. دوى ټول د يو زرو څلور سوو تنو په شاوخوا كې ول او احرام يې تړلى و او بې له تورې (چې د مسافرو وسله ګڼل كېده) يې جنګي وسله نه درلوده، چې رسول الله (ص) حديبيې ته ورسېد؛ نو حضرت عثمان بن عفان (رض) مكې ته ورغى، چې د قريشو مشران د سفر له موخې خبر كړي؛ خو ډېر وخت تېر نه و، چې په مسلمانانو كې ډنډوره شوه، چې هغه يې وژلى دى. دلته رسول الله(ص) تر ونې لاندې له خپلو يارانو سره تړون وكړ، چې تر روستۍ سلګۍ به مبارزه كوي؛ خو څه وخت روسته حضرت عثمان بن عفان (رض) راستون شو او ورپسې د قريشو له اړخ، سهيل بن عمرو د سولې لپاره رسول الله(ص) ته راغى. تر ډېرو خبرو اترو روسته د سولې تړون غوټه شو، چې د هر اړخيز بريد د پرېښوولو تړون و، چې په لنډمهاله توګه یې د مسلمانانو او مشركانو ترمنځ پرلپسې او همېشنۍ جګړو ته د پاى ټكى كېښود[2068]؛ خو داچې الله دې سولې ته ستره بريا ويلې، راز يې دا دى، چې عمرې ته د پېغمبر او مؤمنانو راوتل يو ډېر خطرناك چار و؛ تردې چې ځينو یې مدينې ته راستنېدا محال ګڼله. لږ شمېر مسلمانان د ټپي شوي ځواكمن دښمن سيمې ته ورغلل؛ خو الله پېښه د رسول الله او مؤمنانو پر ګټه وچورلوله؛ داسې چې مشركان راضي شول، چې لس كلنه سوله وكړي او هم رسول الله پر همدې كال مدينې ته ستون شي او بل كال مكې ته راشي او مكيان به درې ورځې مسجد الحرام او كعبه ورپرېږدي، چې دا خورا څرګنده بريا وه، چې الله د خپل پېغمبر پر برخه كړه. همداراز دا سوله د مكې د سوبې ستر اغېزمن لامل شو؛ ځكه ډېرى مشركان په دوو كلونو (د حديبيې د سولې او د مكې د سوبې ترمنځ وخت) كې مسلمانان شول او تر سولې دوه كاله روسته، خيبر او د چاپېريال كلي يې مسلمانانو سوبه كړل او په دې توګه د مسلمانانو ستریا لا ډېره شوه، تردې چې رسول الله(ص) پر اتم لېږديز كال (د مشركانو له خوا د سولې تر تړون ماتۍ روسته) د مكې سوبې ته ور روان شو او د سولې پرمهال يې د يو زرو څلورو سوو تنو پرځای لس يا دولس زره تنييز ځواك درلود.[2069] پردې سربېره، رسول الله (ص) پر اووم هجري كال، د هغه وخت ابادو سيمو ته خپل استازي ولېږل او د متمدنو هېوادونو مشران يې خپل دين ته راوبلل او په دې توګه يې د خپل دين نړېوالېدل اعلان كړ او دا پېغام يې ټولو ته ورساوه، چې د نورو شرايع پېر پاى ته رسېدلى او بايد ټول له روستي اسماني شريعته لاروي وكړي.[2070]

((لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا =))

2_ د رسول الله ګناه څه وه؟: ((ذنب)) همېش د ګناه پر مانا نه؛ بلكې په آر كې د هغه چار پر مانا دى، چې ناوړه پايلې لري او ((مغفرت)) (بښنه) پر هر څيز د پردې اچونې پر مانا ده او له همدې لامله، ته وا د ګناه بښنه، پرې پرده اچول او پوښونه يې ده؛ نو دلته هم په همدې مفهوم كارېږي. په نظر رسي، چې په دې آيت كې، د رسول الله(ص) له ((ذنب)) څخه مطلب، هغه خطرناكې پايلې دي، چې كافرانو ته د رسول الله(ص) له بلنې راولاړېدې. كافرانو، رسول الله يو خرابكار تن باله او تر هغې يې، چې ځواک درلود، پردې هوډ ول، چې له منځه یې يوسي؛ خو الله د حديبيې په سولې (چې د مكې په سوبې او د كافرانو د واكمنۍ په ځپنې پاى ته ورسېد) د قريشو د ځواک لاس لنډ كړ او په پايله كې، د مشركانو له نظره، چې رسول الله كوم ګناهونه درلودل، و یې پوښل او د قريشو له شره يې بچ كړ.[2071]

((إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا =))

10_ د رضوان بيعت: د همدې سورت د لومړي آيت په څرګندونه كې وويل شو، چې كله رسول الله او مسلمانان د حديبيې سيمې ته ورسېدل؛ نو حضرت عثمان (رض)، چې د ابوسفيان له خپلوانو ځنې و او دا اړيكه يې په ټاكنه كې اغېزمنه وه، د رسول الله له لوري وګومارل شو، چې مكيانو ته دا پېغام ورسوي، چې مسلمانان د جګړې په هوډ راغلي نه دي؛ خو مشركانو، حضرت عثمان (رض) لنډ مهال توقيف كړ او له لامله يې په مسلمانانو كې د وژنې خبر ډنډوره شو او كه دغه پېښه رښتيا واى؛ نو جګړې ته د قريشو پر اعلان يو دليل و؛ نوځكه رسول الله وويل: ((موږ تر هغې له دې ځايه نه خوځوو، چې له دې قوم سره جنګېدلي نه يو.)) او پر دې مهم چار د ټينګار لپاره يې، خلك بيا بيعت ته راوبلل. مسلمانان هلته تر يوې ونې لاندې راټول او له رسول الله سره يې بيعت وكړ، چې له جګړې به نه تښتي او تر خپلې وسې به په دښمن ځپنه كې هڅه كوي. مشركان له دې موضوع خبر او وډار شول او لامل شو، چې دې ناخوښې سولې ته غاړه كېدي. دې بيعت ته يې ځكه ((د رضوان بيعت)) ويلي، چې د همدې سورت په 18 آيت كې راغلى دى: ((په يقين الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحال شو، چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ)).[2072] بيعت د بيعت كوونكي او بيعت مننونكي ترمنځ يو ډول تړون دى او منځپانګه يې له بيعت شوي د بيعت كوونكي لاروي او ملاتړ دى. ځينې بيعت ټاكنو ته ورته يا يو ډول ټاكنې بولي، حال دا، ټاكنې یې كټ مټ اپوټه دي؛ يعنې منځپانګه او ماهيت يې ټاكل شوي ته د يو ډول مسووليت، دندې او مقام رادبره كول دي يا په بله وينا، د يو چار په كولو كې وكالت وركول دي؛ البه دا ټاكنه، ټاكوونكي ته هم څه دندې ورتر غاړې كوي؛ حال دا بيعت داسې نه دى او خلك له يوه پازوال – مسول او د منصب له خاوند سره خپله وفاداري اعلانوي؛ نوځكه بيعت كوونكي خپل بيعت ماتولاى نشي؛ خو داچې بيعت شوى پخپله خپل بيعت واخلي؛ خو په ټاكنو كې، په ډېرو ځايونو كې، ټاكوونكي حق لري، چې ټاكل شوى له خپل مقامه عزل او لرې كړي؛ البته رسول الله(ص) او امامان، چې د الله له لوري نصب شوي، په اړه يې بيعت ته څه اړتيا نشته. د الله په امر يې اطاعت واجب دى. كه چا بيعت كړى وي که نه. كه په تاريخ كې لولو، چې رسول الله(ص) يا ځينو امامانو له خلكو بيعت اخستى، بېشكه پردې مانا دى، چې خلك اعلان كړاى شي، چې له خپلو الهي مشرانو سره با وفا دي. بيعت ماتونه، له سترو ګناهونو ده او په رواياتو كې، يو هلاكوونكى چار ښوول شوى دى، چې انسان د الهي عذاب وړ كوي.

((سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا =))

15_د حديبيې د ګډونوالو ځانګړنه: د رواياتو له مخې، چې رسول الله(ص) له حديبيې راستنېده، د الله په حكم يې په حديبيې كې ګډونوال مسلمانان د خيبر له سوبې خبر كړل او څرګنده يې كړه، چې په دې جګړه كې يوازې هغوى ګډون كړاى شي، چې د حديبيې په پېښه كې حاضر ول او جنګي ولجې يې يوازې همدوى ته ځانګړې دي او د حديبيې په سفر كې نه ګډونوال او سرغړاندي له دې ولجو برخمنېداى نشي؛ خو دا ډارن دنياپالي همداچې په قراينو او نښو پوه شول، چې پېغمبر بېشكه په راروانه جګړه كې بريالى كېدونكى دى او ډېرې ولجې به د اسلام پوځ ته ور پر برخه شي، له فرصته يې ګټنه وكړه، رسول الله(ص) ته ورغلل او په دې جګړه كې يې د ګډون اجازه وغوښته، چې هم به خپله تېره ګناه جبران كړي او هم به يې د مسووليت پېټى سپك شي؛ خو له دې غافل، چې له مخكې د قرآن حکیم آيتونه رانازل شوي ول او د دوى راز يې رابرسېره كړى و. په پايله كې رسول الله(ص)، د تاريخونو په روايت، د خيبر ولجې يوازې د حديبيې پر ګډونوالو وويشلې او ان جابر بن عبدالله انصاري (رض) ته يې هم برخه وركړه، چې د خيبر په غزا كې په ګډون بريالى شوى نه و.[2073]

((قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِن تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِن تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا =))

16_غښتلى او جګړه مار قوم: ددې په پامنیوي، چې د رسول الله(ص) په زمانه كې د حديبيې او خيبر تر پېښو روسته، له مشركانو سره بې د مكې له سوبې او د حنين له غزا، بله مهمه غزا نه وه؛ نو شونې ده، آيت دې دوو موضوګانو ته په اشاره وي، په تېره د حنين غزا ته، چې د ((هوازن)) او ((بني سعد)) ټبرونو جګړه مارانو پكې ګډون درلود.[2074]

((لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا =))

17_ له جهاد او جګړې د معاف شويو اړوند احكام: داچې له جهاده په سرغړوونكيو كې، ګوډ، شل يا رنځوران هم ول، چې له لامله يې په رښتيا هم په جهاد كې د ګډون وس نه درلود او نه ښايي په دې منځو مال كې یې حق ناليدى وګڼل شي، دې آيت يې د معذور والي په اړه خبرې كړې دي. ځينو مفسرانو روايت كړى، چې د مخكې آيت تر نزول روسته او په دردناك عذاب د سرغړاندو ګواښ، يو شمېر ګوډ، شل، ړانده يا رنځوران، رسول الله ته ورغلل او و یې ويل: رسول الله (ص)! په دې منځومال كې مو مكلفيت څه دى؟ دلته دا آيت رانازل شو او ددوى حكم يې څرګند كړ؛ البته يوازې جهاد نه دى، چې په ځواک او وس پورې مشروط دى؛ ټول الهي مكلفيتونه، يو لړ ټولیز شرايط لري، چې يو یې ځواک او وس دى. دا مطلب د يو ټوليز آر په توګه په ((بقره_286)) كې لولو: ((الله هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي)) البته دا ډله كه څه په جهاد كې له ګډونه معاف ده؛ خو بايد تر خپلې وسې د اسلام د ځواك د پياوړتيا او د الهي موضوع پرمختګ ته هڅه وكړي؛ لكه چې په ((توبه_91)) كې لولو: ((پر بېوسيو او رنځورانو او هغوى چې (د جهاد په لار كې) د نفقې وركولو وزله نه لري، څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه كړي) خو په دې شرط، چې له الله او استازي سره يې رښتونى وي (او څه يې، چې له وسې پوره وي و نه سپموي).))؛ يعنې كه په لاس څه كړاى نشي؛ نو خوله خو دې نه سپموي. دا راښيي، هر څوك تر خپلې وسې پړ دى. په بله وينا كه له جهاده معاف شوي په سنګر كې برخه اخستى نشي؛ نو لږ تر لږه دې د سنګر شا ټينګه وساتي. دا ټكى پاموړ دى، چې د ړوند، شل او سختو رنځورانو معذور والی يوازې په جهاد پورې ځانګړى نه دى؛ د دفاع په باب، هر څوك بايد د خپلې وسې هومره د اسلام له پولو، اسلامي هېواد او ځانه دفاع وكړي او په دې اړه هېڅ استثنا نشته.[2075]

((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا =))

18_ د خیبر غزا: په دې آيت كې له بيعته مطلب، د رضوان بيعت دى، چې د همدې سورت تر لسم آيت لاندې يې څرګندونه وشوه، په دې آيت كې له نژدې بريا ((او په بدل كې يې نژدې بريا ور پر برخه كړه)) د خيبر سوبه ده، چې د حديبيې تر سولې څو مياشتې روسته رامنځ ته شوه، چې رسول الله(ص) له حديبيې راستون شو؛ نو د ذى الحجې ټوله مياشت او د اووم هجري كال د محرم څو ورځې په مدينه كې تم شو او بيا يې د يو زرو څلور سوو تنو یارانو د حديبيې د ګډونوالو په ملاتړ خيبر پلو ته وخوځېد، هغه ځاى، چې د اسلام ضد فعاليتونو مركز و او رسول الله مناسب فرصت ته ورځې شمارلې، چې دا د فساد مركز راټول كړي. كله كله به پر پېغمبر سخت سردرد راتله، چې په دې وخت كې هم پرې راغى، تردې چې يو دوه ورځې له كېږدۍ راونه ووت. په دې وخت كې يې د جګړې بيرغ ابوبكر (رض) ته وركړ او له مسلمانانو سره پر يهود بريدمن شو؛ خو بې پايلې راستون شو، بل ځل يې بيرغ عمر (رض) ته وركړ او مسلمانانو تر مخكې ورځې سخته جګړه وكړه؛ خو بې پايلې راستانه شول. په درېيمه ورځ رسول الله بېرغ علي (ك) ته وركړ. علي کرم الله وجهه د كلا بولندوى ((مرحب)) له پښو راوپرځاوه او په يو پياوړي خوځښت يې د كلا ور راونړاوه او مسلمانان ورننوتل او سوبه يې كړه. يهوديان تسليم شول او له رسول الله(ص) يې وغوښتل، چې ددې تسليم پروړاندې یې وينه خوندي وي. رسول الله ومنله. د اسلام پوځ منقولې ولجې ونيوې او رسول الله ددې ځاى ځمكې او بڼونه يهودو ته وسپارل؛ خو په دې شرط، چې نيمايي عايدات به يې مسلمانانو ته وركوي.[2076]

((وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِن بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا =))

24_ د حديبيې سولې يوه بله لاس ته راوړنه: په رښتيا دا سوله، د((فتح المبين)) څرګند مصداق وه؛ هماغه ځانګړنه، چې قرآن حکیم ورته غوره كړې وه. يو لږ شمېر بې له بسیا جنګي وزلو د دښمن سيمې ته ورځي او هغه دښمن، چې څو ځل يې پر مدينې يرغل وكړ او د مسلمانانو ځپنې ته يې هېښنده هڅې درلودې؛ خو اوس دومره وډار شي، چې د سولې وړانديز وكړي! تردې به څه اوچته سوبه وي، بې له دې، چې د چا پوزه وينې شي، پر دښمن دغسې ښكاره بريا ترلاسه كړي؟! بې شكه د حديبيه سوله په ګرد عربي ټاپووزمه – جزيرة العرب كې قريشو ته ماتې او مسلمانانو ته سوبه شمېرل كېده، تردې، چې له دښمنه يې سترګه نه سوځېده. پاموړ داچې قرآن حکیم د مكې په ښار كې د نښتې په پرېښوولو ډډه وهي. شونې ده، دا تعبير دوو ټكيو ته اشاره وي: لومړۍ داچې مكه د دښمن د ځواک مركز و او بايد له دې فرصته په ګټنه يې پر مسلمانانو يرغل كړى واى او په اصطلاح مسلمانان يې په اسمان كې غوښتل او دا دى پر خپله ځمكه په ګوتو ورغلي؛ نو نه ښايي په اسانۍ يې خوشي كړي؛ خو الله ترې ځواک واخست. بل داچې مكه د الله د امن حرم و. كه هلته جګړه شوې واى، هم د حرم درناوى ټكنى كېده او هم مسلمانانو ته ګوتنیونه كېده، چې ددې سپېڅلي ځاى سنتي او دوديز امنيت يې ګډوډ كړى دى؛ نو پر رسول الله(ص) او مسلمانانو د الله يو ستر نعمت دا و، چې تردې پېښې دوه كاله روسته، مكه بې له وينو تو یېدو سوبه شوه.[2077]

((هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا =))

25_ كه مؤمنان او كافران جلا شوي واى؛ نو كافرانو ته مو سخته سزا وركوله: دا آيت هغو نارينه او ښځينه مسلمانانو ته اشاره لري، چې اسلام یې منلى؛ خو د ځينو علتونو له لامله يې هجرت ونشو كړاى او په مكه كې پاتې ول. كه مسلمانانو پر مكه بريد كړى واى؛ نو دا بېوزلي مسلمانان په خطر كې كېدل او مشركانو په پېغور ويل: د اسلام پوځ نه پر خپلو دښمنانو لورېږي او نه پر خپلو لارويانو چې دا يو ستر پېغور و. تردې آيت لاندې له ګڼ شمېر راغليو رواياتو ګټنه كېږي، چې له دې آيته مطلب، د كفارو په صلب كې مؤمنان ول، چې لا نړۍ ته راغلي نه ول؛ نوځكه يې الله په پار دې ډلې كفارو ته سزا ور نه كړه. په يو روایت كې لولو: چا امام صادق وپوښت: ايا علي (ك) د الله په دين كې ځواكمن نه و؟ امام وويل: ((هو! ځواكمن و)) وويل شو: نو ولې پر ځينو بې ايمانه او منافقو وګړيو، چې لاسبرى شو؛ له منځه يې يو نه وړل؟ څه یې خنډ و؟ و یې ويل: ((په قرآن حکیم مجيد كې يو آيت)) وپوښتل شو: كوم يو؟ امام وويل: ((دا آيت، چې الله وايي: [كه هغوى جلا شوي واى؛ نو كافرانو ته مو سخته سزا وركوله].)) بيا يې زياته كړه: ((الله د كافرو او منافقو اقوامو په صلب كې مؤمن ودايع او امانتونه درلودل او علي (ك) يې پلرونه ونه وژل، څو دا امانتونه راښكاره شي. . . او همداراز زموږ د اهل بيتو قايم نه راښكاره كېده، چې دا امانت راښكاره شي))؛ يعنې الله پوهېده، چې يو شمېر اولادونه به يې په خپل واك ايمان راوړي او په پار يې پلرونه له چټكې سزا معافوي. څه توپير نه لري، چې دا آيت له كفارو سره د مكې د مؤمنانو ګډولې ته اشاره وي او هم هغو مؤمنانو ته چې د كفارو په صلب كې ول.[2078]

((لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا =))

27_ د رسول الله (ص) رښتونى خوب: روایت شوى، چې نبي کریم (ص) خوب وليد، چې له خپلو ملګرو سره د عمرې لپاره مكې ته ورننوځي او دا خوب يې خپلو يارانو ته ووايه. ټول خوشحال شول؛ خو د حديبيې د سولې پر كال، چې مشركانو یې مخه ونيوه، ځينې مسلمانان شكمن شول، چې شونې ده، د رسول الله خوب هم ناسم وخېژي. رسول الله (ص) په ځواب كې وويل: ((ايا درته مې ويلي و، چې همدا سږ کال به خوب عملي شي؟)) دا آيت مدينې ته په راستنېدا كې رانازل شو او ټینګار يې وكړ، چې د رسول الله (ص) خوب رښتيانى و او بېشكه دا پېښه به رامنځته شي.[2079]

((مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا =))

29_ د رسول الله د يارانو ځانګړنې: دا آيت له تورات او انجيله د رسول الله د يارانو ځانګړنې انځوروي. په دې لنډو كې دوو ټكيو ته اشاره كېږي: 1_ سيما په آر كې نښې او بڼې ته وايي. كه په مخ كې وي که د بدن په كوم بل ځاى كې. كه څه ځينو مفسرانو په تندي كې د سجدې په ظاهري اثر يا د سجدې په ځاى كې د خاورو په اثر تفسير كړى دى. ظاهراً آيت پراخ مفهوم لري، چې پوره ددې الهي نارينه وو څېره انځوروي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روایت كې راغلي: ((مطلب، لمانځه ته د شپې راويښېدل دي))؛ چې د ورځې یې په څېره كې نښې ښكاري؛ البته دا ټولې ماناوې هم سمې دي. 2_ ((كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ)): دلته د مؤمنانو او د رسول الله د يارانو پينځه ځانګړنې يادې شوې دي: د تېغ راټوكول، پالنې ته يې لاسنيوى، ټينګېدل، پر خپلو پښو درېدل او هېښنده وده. دوى د لوړو ځانګړنو درلودوونكي انسانان دي، چې يوه شېبه هم له يونه نه پاتېږي، همېش تېغونه وهي او تېغونه پالنه مومي او حاصلات وركوي. اسلام په نړۍ كې په خپلو ويناوو او كړنو خوروي او ورځ تر بلې پر اسلامي ټولنې نوې خیلونه ورزياتوي. هېڅكله نه ستړی كېږي او په پاك نيت مخ پروړاندې درومي. د حق د دښمنانو پر ضد د الله د غوسې ښكارندويان دي او د الله د دوستانو پروړاندې د ده د لورنې ښووونكي دي.[2080]

 

سورة الحـجرات

د حجرات سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې پخپله د رسول الله (ص) او د اسلامي ټولنې د وګريو د خپلمنځي اړيکو په هکله مهم ټکي او هم ډېر مهم اخلاقي موضوعات پکې اوڅار شوي؛ نو دې ته د اخلاقو او آدابو سورت هم ويلاى شو[2081].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ . إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ . إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ . وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

2 تر 5_ د رسول الله په مخ کې د آدابو مراعاتول: ځينو له رسول الله (ص) سره داسې خبرې كولې ته وا له يو عادي وګړي سره خبرې كوي. پر نهم هجري كال چې ((عام الوفود)) هم ورته وايي د ټبرونو ډلې به د اسلام راوړو لپاره مدينې ته راتلې. نوي راغلي به، كله نا كله د رسول الله د خونې وره ته درېدل، په لوړ غږ به يې ويل، چې ((اې محمده! بهر راووځه)). دې چلن پردې سربېره، چې د رسول الله (ص) استراحت يې ګډوډاوه، يو ډول سپکاوی يې هم و؛ نوځكه قرآن حکیم د همدې سورت په څلورم آيت كې، دا ډول وګړي ناپوهه شمېرلي او په دې هكله سم چلن يې په پينځم آيت كې ويلى دى. رسول الله نه يوازې د چلن په دې برخه كې له پرديو او بېدياني عربو خپګان درلود، ځينو نژدې اصحابو او يارانو يې هم پروړاندې د خبرو ادب ته پاملرنه نه کوله. روایت شوى: د ((بني تميم)) ټبر يو پلاوى مدينې ته راغى. هر يو حضرت ابو بكر (رض) او حضرت عمر (رض)، ليده كاتو ته یې يو تن وټاكه. د رسول الله پروړاندې يې د تن په ټاكنه كې اړپېچ د شخړې لامل شوى او رسول الله خپه شو؛ نوځكه پروړاندې يې د دا ډول چلن د مخنيوي لپاره دويم او درېيم آيتونه رانازل شول، چې ددې ډول ناوړه كړنو پايله يې د ښو كړنو ((حبط)) او منځه وړل ښوولي دي. وړ ده، چې پوه شو، چې ولې د رسول الله پروړاندې دا ډول بې احترامي د كړنو د بدلې د منځه وړو لاملېږي. علت يې دادى، چې په ظاهر كې درناوى، رسول الله ته له باطني درناوي راولاړېږي او په ډاګه ده، چې كړنې مو د ګروهې او د ايمان د مرتبو زېږنده دي او دغسې ناوړه چلن او دغسې شخصيت ته بې اعتنايي، پخپله رسول الله او ديني مقدساتو ته زړګنۍ بې اعتنايي راښيي. پام مو وي، چې دا ډول درناوی، په عظيم الشان رسول الله پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې ټول اسلامي مشران، پوهان، استادان، مورو پلار او عمومي مشران دا ډول درناو وړ دي[2082].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ =))

6_د فاسقانو په خبره غوږ مه ګروئ: ددې آيت په شأن نزول كې راغلي، چې د ((وليد بن عقبة)) په هكله نازل شوى، چې رسول الله د زكات راټولو لپاره د ((بني المصطلق)) ټبر ته لېږلى و. د ټبر وګړي خبر شول، چې د رسول الله استازى راغلى؛ نو په خوشحالۍ يې هركلي ته ووتل؛ خو داچې په جاهليت كې ددې ټبر او وليد ترمنځ سخته دښمني وه؛ نو وليد وانګېرل، چې وژنې ته یې راوتلي دي؛ نو رسول الله ته راستون شو او و یې ويل: زكات يې نه راكاوه. پوهېږو، چې د زكات نه وركړه، د اسلامي حكومت پر ضد يو ډول پاڅون انګېرل كېږي؛ نوځكه نوموړی مدعي و، چې دوى مرتدان شوي دي. رسول الله سخت خپه شو او هوډ يې وکړ، چې جګړه ورسره وكړي. دا آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې امر وكړ، كه كوم فاسق درته خبر راوړي؛ نو په اړه يې څېړنه وكړئ.[2083]

7_ مشري او اطاعت: دا آيت راښيي، د وليد تر خبر روسته (چې د ((بني المصطلق)) ټبر مرتد شوى) ځينو ساده او ظاهر وينو مسلمانانو پر رسول الله دباو راووړ، چې ددې ټبر پر ضد جګړه وشي. قرآن حکیم وايي: دا مو نېكمرغي ده، چې رسول الله (ص) مو په منځ كې دى او له وحې سره يې اړيكه ده او چې كله مو ترمنځ كومه انحرافي ليكه پيدا شي؛ نو په وحې مو خبروي. هغه مشر دى، تمه مه لرئ، چې ستاسې ومني. هغه پر تاسې تر بل هر چا مهربان دى. د خپلو افكارو د تپلو لپاره دباو پرې مه اچوئ، چې په زيان مو ده. له آره يوې ټولنې ته د الهي مشر شتون اړين دى؛ په دې شرط، چې مطاع وي (؛ يعنې اطاعت يې وشي) او نه داچې د خپلو لارويانو مطيع وي. فرمان يې د سترګو په لېمو ومني، نه داچې هغه د خپلو موخو او محدودو افكارو پلي كولو ته تر دباو لاندې ونيسي. دا آر نه يوازې د الهي مشرانو په اړه ثابت دى، د مديريت او قومندانۍ په باب هم صادق دى؛ البته ددې آر واكمني، د مشرانو د استبداد او د مشورې د پرېښوولو پر مانا نه ده؛ ځكه له مشورې موخه دا ده، چې هر څوك خپله ګروهه څرګنده كړي؛ خو رسول الله (ص) روستى نظر وركوي. په بله وينا، مشوره يو څه دي او د فكر او ګروهې تپل بل څه دي. دا آيت د فكر تپل نفې كوي، نه د مشورې.[2084]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ =))

11_ يو بل په ناوړو نامو مه يادوئ: په تېر او اوس كې ډېرو بې بندوبارو وګړيو ټينګار درلود او لري، چې نور په ناوړو نامو ياد او په دې توګه يې سپك كړي او وګړه يې وځپي او احياناً غچ ترې واخلي؛ يا كه څوك مخكې بدچارى و؛ خو پر هماغه پخواني نامه ياد كړاى شي او يا يې د مورو پلار د تېروتنو په پار ټپسورى شي او ورته ووايي: ته خو هغه يې، چې پلار دې پلانى و او مور دې پلانۍ چارې كولې. اسلام په ډاګه دا ناوړه كړنه منع كړې او هر ډول نومونه، چې کوشنۍ شانته نامطلوب مفهوم يا د يو مسلمان د سپكاوۍ لامل ګرځي منع كړې ده.[2085] په يو حديث كې راغلي: يوه ورځ ((صفيه)) [بي بي] د ((حيى بن اخطب)) لور (هماغه ښځه، چې د خيبر تر سوبې روسته مسلمانه او د رسول الله مېرمن شوه) په ژړا رسول الله ته راغله، رسول الله ترې د ژړا علت وپوښت. و یې ويل: (بي بي) عايشه مې ټپسوروي او وايي: د يهودې بچۍ! رسول الله وويل: ((ولې دې ونه ويل، چې پلار مې هارون، تره مې موسى او مېړه مې محمد دى؟)) دلته همدا آيت رانازل شو.[2086]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ =))

12_ غيبت؛ يوه ستره ګناه ده: په ژوند كې د انسان ستره پانګه، حيثيت، پت او وګړه يې ده او چې څه يې په خطر كې واچوي؛ لكه چې د ده ځان یې په خطر كې اچولى دى؛ بلكې كله د وګړې وژنه، تر انسان وژنې ستره شمېرل كېږي، د مسلمان پت؛ لكه د بدن غوښه يې ده او په ((مړي)) يې تعبير په دې پار دى، چې ((غيبت)) د وګړيو په ناسوبتیا کې او پشي شا كېږي، چې د مړيو په څېر د ځان د دفاع وس نه لري او دا يو ډول ظلم دى، چې انسان یې پر خپل رور كوي. په رواياتو كې، په دې هكله ډېر لړزونكي تعبيرونه ليدل كېږي. رسول الله ويلي دي: ((كوم درهم، چې انسان په ربا او سود ترلاسه كوي، د الله تعالی پروړاندې شپږ دېرش ځل تر زنا ستر دى او هره ربا د مسلمان د پت له منځه وړو اوچته ده))، دا پرتلنه په دې پار ده، كه زنا څومره بده وي، د ((حق الله)) اړخ لري؛ خو سود خوړل او ترې بدتر، د خلكو بې پته کول، د ((حق الناس)) اړخ لري. له رسول الله په بل حديث كې لولو: ((د مسلمان په دين كې د غيبت اغېز، په بدن كې يې د خوړوونكي تر اغېز چټك دى)). دا تشبيه راښيي؛ لكه چې خوړوونكى د بدن غوښه خوري او له منځه يې وړي، په څېر يې غيبت هم په بېړه د انسان ايمان له منځه وړي. له امام سجاد نه په يو روایت كې راغلي: ((له غيبته په ټینګه ډډه وكړئ، چې غيبت په جهنم كې د سپو خوراك دى))[2087]. د غيبت مانا داده، چې د چا پشې شا يوه خبره وكړي، چې يوه نيمګړنه يا عيب يې را برسېره شي؛ كه دا جسمي وي که اخلاقي، په كړنو كې يې وي که يې په خبرو كې او ان كه په اړوند چارو كې يې وي؛ لكه جامې، كور، مېرمن، اولاد او په څېر يې؛ البته دا ټول په هغه بڼه كې دي، چې دا ځانګړنې په مقابل لوري كې وي؛ خو كه نه وي؛ نو دا خو يو ((تور)) دى، چې ګناه یې څو ګرايه سخته او درنه ده. له دې ځايه څرګندېږي ځينې، چې غيبت ته عوامانه او سرسري پلمې او عذرونه راوړي، د منلو نه دي. لكه كله غيبت كوونكى وايي: دا غيبت نه دى؛ بلكې صفت يې دى؛ حال دا كه صفت یې نه وي؛ نو تور دى او نه غيبت. يا داچې وايي: دا يوه خبره ده، چې د هغه په مخكې يې هم وايم؛ حال دا په مخكې ددې خبرې ويل، نه يوازې د غيبت له ګناه نه راكمېږي، چې د خپګان په پار یې درنه ګناه هم شمېرل كېږي. ددې ټكي يادونه هم پکار ده، چې غيبت په ځينو ځايونو كې روا دی؛ لكه له چا د مېرمن په ټاكنې يا په ورهڼه- كار او كسب كې د ګډون لپاره مشوره غواړي او پوښتي؛ نو دلته په مشوره كې امانت ايجابوي، چې كه مقابل لورى كومه نيمګړنه لري، ورته دې يې ووايي، چې هسې نه كوم مسلمان په دام كې راښكېل شي؛ البته هغه چې په ډاګه ګناه كوي، د غيبت له موضوع وتلى دى او كومه ګناه، چې په ډاګه كوي، كه يې پشې شا وویل شي؛ نو څه توپير نه لري. پام مو وي، چې غيبت ته غوږ نيول او د غيبت په غونډه كې ګډون هم حرام دي؛ بلكې د ځينو رواياتو له مخې، پر مسلمانانو واجب دي، چې د هغه مسلمان د حيثيت دفاع وكړي، چې غيبت یې كېږي.[2088]

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ =))

13_ د انسان ستر ارزښت: دا آيت پر ټولو ظاهري او توکیزو امتيازاتو د بطلان كرښه راكاږي او اصالت پرهېزګاري ګڼي او وايي: الله تعالی ته د ورنژدېدو، بې له تقوى بله هېڅ ځانګړنه اغېزمنه نه ده. له رسول الله (ص) نه په يو روایت كې لولو: ((الله تعالی مو كورنۍ، نبېرې، تنو او شتمنيو ته نه ويني؛ خو زړونو ته مو ويني؛ نو چې څوك صالح زړه لري، الله تعالی پرې لورېږي او مينه ورسره كوي او تاسې ټول د آدم اولاده ياست او الله تعالی ته ډېر ګران مو، ښه متقي مو دى)) هېښنده ده، چې له دې ګټورو ښوونو سره سره، په مسلمانانو كې داسې كسان شته، چې پر خېل او ژبه ډډه لګوي او ان پر ديني يووالي يې هم ړومبي بولي. له رسول الله (ص) نه په يو روایت كې لولو: ((تاسې ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې پنځولى شوى دى. وګړي بايد پر پلرونو له وياړنې ډډه وكړي، چې (كه داسې نه وي) تر هغو چينجيو به خورا ټيټ وي، چې په چټليو كې خوځي)).[2089]

سورة ق

د ق سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د ويينوچورلیځ معاد دى او تقريباً ټول آيتونه پر همدې چورلیځ چورلي او نور مسايل پکې په ترڅ کې راغلي دي. په معاد پورې په اړوند چارو کې پردې چارو ټينګار شوى دى: ١- له جسماني معاده د کافرانو نټه – انکار او هېښتيا. ٢- پنځون غونډال – نظام ته د پاملرنې له لارې، معاد ته استدلال په تېره په باران د مړاويو ځمکو راژوندي کېدل. ٣- د انسان پنځون ته د پاملرنې له لارې معاد ته استدلال. ٤- د حساب ورځې ته د کړنو او ويناوو ثبت ته اشاره. ٥- د مرګ د حالاتو څرګندول او له دې نړۍ بلې ته لېږد. ٦- د قيامت د ورځې د چارو ځينې څنډې او د جنت او دوزخ ځانګړنې. ٧- د نړۍ د پاى ټکان ورکوونکيو پېښو ته اشاره، چې د بلې نړۍ پيلامه ده. په دې ترڅ کې د تېرو سرغړاندو اقوامو حالاتو او بدمرغه برخليک ته اغېزمنه اشاره شوې ده او هم الله تعالی او رسول الله (ص) ته د ورپاملرنې لپاره سپارښتنې شوي او هم په لنډو د سورت په پيل او پاى کې د قرآن حکیم ستریا ته اشاره شوې ده[2090].

((قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ =))

4_ د معاد منكرو د دوو نيوكو ځواب: دا آيت د معاد منكرانو دوه نيوكې ځوابوي: نيوكه مو دا ده، چې تر مړينې روسته د انسان هډوكي ورستېږي، غوښه يې خاورې كېږي او د ځمكې برخه ګرځي او زرې يې هم په بخار او ګاز اوړي او هوا ته الوزي؛ نو په دې حالت كې يې څوك راټولولاى نشي او اصلاً څوك ترې خبر دى؛ خو ځواب يې معلوم دى: ټول څيزونه د الله تعالی په علم كې را ايسار دي، ټولې ذرې پېژني او د لزوم پرمهال، ټولې راټولوي؛ لكه چې په مقناطيس په خاورو كې خپرې ورې د اوسپنې زرې راټولولاى شو؛ البته الله تعالی ته د هر انسان د خپرو ورو ذراتو راټولول تردې هم اسان دي. كه نيوكه مو دا وي، چې څوك قيامت ته د انسان د كړنو حساب ساتي، ځواب يې دا دى، چې دا هر څه یې په ((لوح محفوظ)) كې ساتلي دي[2091]؛ هماغه كتاب، چې ټول څيزونه، اثار او حالات پكې خوندي دي او له هر ډول ادلون بدلون بچ دي؛ په هماغه كتاب كې ثبت دي، چې څنګه و او دى او تر قيامته به وي.[2092]

((أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ =))

6_ په اسمان كې هېڅ چاود نشته: دا غونډله، يا د نيمګړتيا او نا انډولۍ د نشتون پر مانا ده يا په اسمان كې د چاود نشتون پر مانا ده، چې له ځمكې راچاپېر دى او د ځمكې فضا ورته وايي او د قرآن حکیم په وينا[2093] يو ((خوندي چت)) دى، چې ځمكې ته د راروانو اسماني ډبرو مخه نيسي او د ځمكې مخ ته یې له رارسېدو وړاندې يې سېځي او ايره كوي او همداراز ځمكې ته د كيهاني زيانمنو وړانګو د رارسېدو مخه نيسي، كه نه اسمان د ستوريو د ځاى پر مانا، يوه تشه تشیا- فضا ده، چې دا كرات پكې لامبو وهي[2094].

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ =))

16_ تر ښهرګه هم نژدې: زموږ جسمي ژوند په هغو رګونو پورې تړلى، چې وينه زړه ته ورننباسي او رااباسي او ټولو غړيو ته يې وررسوي او كه يو شېبه پكې تم راشي؛ نو انسان سملاسي مري. الله تعالی تر شارګ هم رانژدې دى. دا شېبه هماغه تعبير دى، چې په ((انفال_24)) كې راغلى: ((او پوه شئ، چې الله تعالی د انسان او زړه ترمنځ يې پرده كېږي))؛ البته دا ټولې تشبېه دي او د الله تعالی نژدېوالى تردې هم غوره او اوچت دى؛ كه څه په محسوساتو كې تردې څرګندې بېلګې نه پيدا كېږي. د الله تعالی په دې علمي را ايسارتيا او داچې موږ يې د ځواک په ولكه كې يو؛ نو مكلفيت مو څرګند دى. زموږ كړنې، ويناوې، خيالونه، نيتونه او په زړه كې تېرېدونكې وسوسې هم ترې پټې نه دي. دې واقعيت ته پاملرنه، انسان راويښوي او د الهي عدل په محکمه كې يې له خپلې پازوالۍ – مسووليت سره اشنا كوي او له بې توپيره انسانه، يو ژمن موجود سازوي[2095].

((إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ. مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ =))

17 او 18_ هره خبره مو ليكي: په 16 آيت كې د انسان پر ظاهر او باطن د الله تعالی د علمي را ايسارتيا او احاطې خبره راغله. دا آيتونه وايي، پردې سربېره، چې د انسان پر ښي او كيڼ لوري همېش دوه څارنې پرښتې ګومارل شوي، چې كړنې یې ليكي او شمېري او دا د غاړې خلاصونې او ډېر تينګار لپاره دي، چې كړنې مو شمېرل كېږي[2096]. له امام صادق رحمة الله علیه نه روایت شوى دى: ((الله تعالی دا پرښتې خپل عبادت ته ګومارلي او پر خپلو بندګانو يې شاهدې كړي، چې بندګان د دوى د ګومارنې په پار، ښه يې الله تعالی او اوامرو ته يې ورپام وي او له سرغړونې يې ډېره ډډه وكړي. ډېر ځل يو بنده د ګناه كولو هوډ کوی. بيا دا دوه پرښتې وريادېږي او له ګناه ډډه كوي او وايي: پالوونكى مې ويني او د كړنو ساتوونكې پرښتې هم لېینه – ګواهي وركوي)).[2097] له رسول الله (ص) نه په يو روایت كې راغلي، چې د ښي لوري پرښته نېكۍ ليكي او د كيڼ لوري بدي او لومړۍ پرښته، د دويمې بولندويه ده، چې انسان ښه چار كوي، د ښي لوري پرښته يې لس ګرايه ليكي او چې بد چار وكړي، د كيڼ لوري پرښته يې، چې ليكي؛ نو لومړۍ پرښته ورته وايي: بېړه مه كوه؛ نو اوه ساعته د ګناه ليكل ځنډوي، كه انسان پښېمانه شو او توبه يې وكړه؛ نو څه نه ليكي او كه يې توبه و نه كړه؛ نو يوازې يوه ګناه ورته كښي. له رواياتو معلو مېږي، چې دا پرښتې د مؤمن انسان تر مړينې روسته وايي: پالونكیه! د خپل بنده ساه دې واخسته، زموږ دنده چېرې ده؟ الله تعالی وايي: ((اسمان مې له پرښتو ډك دى او ځمكه مې زما له مخلوقاتو ډكه ده. زما د بنده قبر ته ولاړې شئ او هلته تسبيح، تكبير او تهليل ووياست او (ثواب) يې د قيامت تر ورځې زما د بنده د نېكيو په كتاب كې وكښئ[2098])).

((وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ =))

19_ د مرګ بېسدي: د مرګ بېسدي، مستۍ ته ورته يو حالت دى، چې د مرګ د سريزو د رارسېدو له لامله په انسان د يو سرباندي اوښتون په بڼه راځي او كله يې پر عقل لاسبرېږي او پر سخت خپګان او نارامۍ كې يې ورډوبوي. علي (ك) دا حالت داسې انځوروي: ((د مرګ بېسدي له يوې خوا او بلخوا د فرصتونو له لاسه وركونې لاس مروړل او حسرت، لاسونه او پښې يې سستې او رنګ يې اوړي. مرګ راښكېل كړى او ژبه يې له كاره غورځېدلې، په خپله كورنۍ كې پروت دى، سترګې يې ويني او غوږونه يې اوري؛ خو عقل يې كار كوي، سوچ كوي، چې خپل عمر يې په كومه لار كې لګولى او روزګار يې څنګه تېر كړى دى. د رازېرمه كړې شتمنۍ په ياد كې لوېږي، چې لاس ته راوړو لپاره یې خپلې سترګې پټولې، چې حلال له حرامو و نه پېژني او له هغو ځايونو يې مال راټول كړى، چې حلال او حرام يې ښكاره او ځينې ځايونه برخې يې شكمني ول او اوس يې وبال ورتر غاړې دى. پوهېږي، چې د بېلتون وخت رارسېدلى او تردې روسته يې شتمني ميراثخور ته پاتېږي او ترې به برخمنېږي. هو! دا پېټى به يې پر اوږو وي او د پاتوړۍ – ميراث نعمت به يې د نورو پر برخه وي او دى به په خپله شتمنۍ كې راښكېل وي[2099])).

((فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ. وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ =))

=))

39 او 40_ په څلورګونو وختونو كې د الله تعالی له تسبيح مراد: داچې په څلورګونو وختونو (له لمر خاته مخكې، له لمر پرېوتو روسته، په شپه کې او تر سجدو روسته) كې د الله تعالی له تسبيح مراد څه دى، مفسرانو پرې ډېرې خبرې اترې كړې دي. ځينو مفسرانو ويلي دي: له لمرخاته وړاندې تسبيح د ګهيځ پر لمانځه منطبقولاى شو؛ يعنې مراد ترې د ګهيځ لمونځ دى. تر لمر پرېواته روسته تسبيح د مازيګر پر لمانځه يا د ماسپښين او مازيګر پر لمونځونو تطبيقولاى شو او د شپې په يوې برخې كې تسبيح د ماښام او ماسختن پر لمونځونو او تر سجدو روسته تسبيح مراد، تر لمونځونو روسته د تسبيح ويل دي؛ داچې د لمانځه د هر ركعت په پاى كې سجده ده او د پينځګونو لمونځونو تعقيبات ورپسې ترسره كېږي[2100].

 

سورة الذاريات

د ذاريات سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه پر پينځو برخو ويشل کېږي: ١- معاد چې د سورت يوه مهمه برخه ورپورې ځانګړې ده. ٢- توحيد او په هستۍ کې د الله نښې. ٣- د ابراهيم د مېلمنو پرښتو داستان او د لوط قوم د کليو ځپنې ته ګومارل شوې وې. ٤- د موسى علیه السلام ، د عاد او ثمود قومونواو د نوح علیه السلام قوم ته لنډه اشاره. ٥- له تېرو پېغمبرانو سره د ځېلي اقوامو مبارزه او د اسلام رسول الله(ص) ته ډاډېنه ورکول، چې د سرسختو مخالفانو پروړاندې ولاړ و او زغم ته يې وربلنه.[2101]

((وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا. فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا .فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا. فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا =))

1 تر 4_ د آيتونو د قسمونو څرګندنه: په دې آيتونو كې څو پرلپسې سوګندونه راغلي، چې پر يو مطلب ټينګار كوي، چې دا مطلب د انسانانو كړنو ته د بدلې وركول دي. په لومړي آيت كې ((پر هغو بادونو قسم خوړل شوى، چې ورېځې په خوځون راولي او د ځمكې پر مخ دوړې او تخمونه خوروي)) او په ورپسې آيت كې ((پر هغو ورېځو قسم خوړل شوى، چې د باران دروند پېټى وړي)) بيا پر ((هغو بېړيو قسم خوړل شوى، چې په اسانۍ خوځي)) او په څلورم آيت كې پر ((هغو پرښتو قسم خوړل شوى، چې چار یې د الله د امرونو منل دى او امرونه يې په خپلو كې د مقامونو او دندو په پامنيوي ويشي)). هو! په پنځون او د هستۍ په تدبير كې د الله حكم يو دى؛ خو چې كله دا حكم هغه پرښتې ترلاسه كوي، چې بېلابېلې دندې لري؛ نو ويشل كېږي او دا ويش تر هغې دوام مومي، چې هغو پرښتو ته ورسي، چې په هستۍ كې د جزيي پېښو د رادبرېدو مامورينې دي. په دې توګه، د هستۍ پر تدبير ولاړ الهي فرمان پرښتو ته وررسي او هره يوه د همدې فرمان له مخې، خپله دنده تر سره كوي او د هستۍ د يوې برخې په تدبير بوختېږي؛ لكه چې ګورئ، دا څلور ګوني آيتونه ټولې هستۍ ته اشاره كوي؛ ځكه هم يې د وچو چارو د تدبير بېلګه ياده كړې، چې هماغه ((په خوځون راوړونكي بادونه دي)) او هم يې په لمدو پورې د اړوند تدابيرو يوه بېلګه راوړې، چې هماغه ((بېړۍ، چې په اسانۍ خوځي)) او هم يې په فضا پورې د اړوند تدبير يوه بېلګه راوړې، چې هماغه ((باران زېږي ورېځې دي)) او د هستۍ نورو چارو ته يې هم په دې عبارت اشاره كړې ((هغه پرښتې، چې د مدبر وزلې او د چارو وېښوونكې دي))؛ نو دا څلور ګوني آيتونه وايي: ((پر ټولو هغو وزلو قسم خورم، چې د هستۍ د تدبير چارې پرې ترسره كېږي، چې د څه ژمنه درسره شوې، رښتيا ده او د كړنو سزا هرومرو واقع كېدونكې ده)). له شيعه او سني په راغليو رواياتو كې روایت شوى، چې ددې آيتونو تفسير، چې په كومه بڼه وويل شو، له علي (ك) روایت شوى دى[2102].

((وَالسَّمَاء ذَاتِ الْحُبُكِ =))

7_ د اسمان لارې، بڼې او ښكلا: ((حُبُك)) ته ډېرې ماناوې ويل شوي؛ لكه د بادونو له لامله، چې د بېديا په شګو، د اوبو پرمخ يا د اسمان په وريځو كې، چې كو مې لارې او بڼې رادبرېږي. غونجو وېښتانو ته هم ويل كېږي، كله يې ښكلا هم ورته ويلې ده او كله يې انډوله بڼه هم؛ خو په آر كې د ټينګولو او تړلو پر مانا ده. په نظر رسي، چې دا ټولې ماناوې يوې مانا ته ورستنېږي او هغه، هغه ښكلې لارې او بڼې دي، چې په څپو، د اسمان په ورېځو، د بېديا په شګو او د سر په وېښتانو كې پيدا كېږي؛ خو پر اسمان يې د تطبيق مانا، يا د ستوريو د كتلو د بېلابېلو ډولونو او فلكي بڼو په پار ده يا د هغو زړه پوریو څپو په پار ده، چې په اسماني ورېځو كې راپيدا كېږي او كله دومره ښكلې وي، چې په مودو مودو یې سترګې ځان ته را اړولې وي يا د ستوريځو ستر كتلې دي، چې د غونجو وېښتانو په څېر د اسمان پر مخ راښكاره كېږي. ستورپوهانو، چې په تلسكوپونو له دې ستورليڅونو كوم انځورونه اخستي، كټ مټ د غونچو وېښتانو په څېر دي؛ نو ددې وينا له مخې، قرآن حکیم پر اسمان او دې سترو سترو لېڅونو (چې پر هغه ورځ لا د بشر سترګې پرې لوېدلې نه وې) قسم يادوي. ددې په پامنیوي، چې دا ماناوې يو له بل سره په ټكر كې نه دي؛ شونې ده، دا ټولې په يو قسم كې راغونډې شوې وي. د ((مؤمنون سورت په_17 آيت)) كې لولو: ((موږ ستاسې له پاسه اوه لارې جوړې كړې دي))، چې د اسمانونو، كراتو، ستورلېڅونو او ډول ډول عوالمو، رنګارنګۍ، تنوع او كثرت ته اشاره وي. دا ټكى هم پاموړ دى، چې شونې ده ((حبك)) د اسمانونو ټينګښت او يو له بل سره د كراتو ټينګ پيوند (؛ لكه په لمريز غونډال كې، چې سيارې له لمر سره ټينګ تړاو لري) ته اشاره وي[2103].

((وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ. فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ =))

22 او 23_ روزي مو په اسمان كې ده: په ځينو آيتونو او رواياتو كې راغلي، چې د هر خځنده روزي د الله پر غاړه ده او الله يې كفيل دى. اوس دا پوښتنه راولاړېږي، كه داسې وي؛ نو د يوې ټولنې د وټیز اکر – اقتصادي وضع ښه والي ته كړلارې جوړونې او د روزۍ ترلاسه كولو ته هڅه څه مفهوم لري؟ نورو آيتونو او رواياتو ته په پامنيوي، چې دا ټول يو د بل ترڅنګ كېدو، ددې پوښتنې ځواب څرګندېږي، چې د الله له لوري د روزۍ له تضمينه مراد د لارو چارو چمتو كېدل دي؛ داسې لارې چارې، چې څه د انسان له وجوده بهر او څه د انسان په وجود كې دي، كه دا دواړه لاسونه يو كړي؛ نو انسان له روزۍ خپله برخه مومي. دا ټكى مو هېر نه وي، الله ددې لپاره، چې خلك د وزلو او اسبابو په نړۍ كې ورك نشي او روزي يوازې د خپلو هڅو پايله ونه ګڼي؛ نو كله داسې خلكو ته روزي ور رسوي، چې دومره هڅه یې كړې نه ده او كله له هغوى روزي اخلي، چې هڅاند او زياركښ دي، چې څرګنده شي ددې غونډال تر شا يو بل ځواك واكمن دى؛ خو كه د ټولو روزي تضمين وي؛ نو ولې ځينې وږي دي؟ په ځواب كې يې دې ټكيو ته پام وكړئ: 1_ د روزۍ تامين او تضمين په دې مانا نه ده، چې عاقل او باشعور انسان ته يې چمتو كړي كور ته يې ورولېږي يا يې په خوله كې ورمړۍ كړي؛ بلكې لارې چارې چمتو شوي او د انسان هڅې يې ورسېدو ته يو شرط دى. 2_ كه انسانانو په تېر او اوس كې د نورو حقوق غصب كړي وي؛ نو د الله له لوري يې د روزۍ په نه تضمين او تامين دليل نه دي. 3_ په همدې خاورينه كره كې د انسانانو خوړو ته ډېرې سرچينې شته، چې بايد په ځيركۍ او پوهې يې راوسپړي او و يې كاروي او كه انسان په دې هكله ناغېړي وكړي؛ نو پخپله پړ دى. 4_ په رواياتو كې، ځينې چارې د روزۍ د پراخۍ لامل ښوول شوي دي؛ لكه: زړه سوى، د كور، لوښو او بدن پاكوالى، له مسلمانو روڼو سره ښه چلن، ګهيځ د وخته په خپل كار پسې وتل، د نعمت شكر، د حرص پرېښوول، د دروغو له قسم خوړو ډډه كول، له ګناهونو توبه كاږل او بښنه غوښتل، په چارو كې ښه نيت، له ګاونډيانو سره نېكي كول او الله ته پاملرنه درلودل. ددې هر يو چار اغېز د ټولنې په رغنده جوړونې او د وټیزو موخو په پرمختګ او د روزۍ په زياتوالي كې څرګند دى[2104].

((وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ =))

47_ د اسمانونو پرلپسې پراخي: ځينو مفسرانو، دا پراخي د رزق پراخي مانا كړې، چې الله یې په باران پر بندګانو لوروي، ځينو له هر پلوه د رزق پراخي مانا كړې او ځينو د الله پر مړه خواتوب مانا كړې ده؛ ځكه زېرمې يې دومره پراخ دي، چې مخلوقاتو ته د رزق په وركړه پاى نه مومي او كمېږي نه؛ خو په مخكې غونډله كې د اسمانونو د پنځون موضوع په پامنيوي او هم كه ((د نړۍ د پراخۍ)) په هكله په حسي مشاهداتو د پوهانو روستۍ رابرسېرونې په پام كې ونيسو؛ نو آيت داسې مانا كولاى شو، چې الله اسمانونه پيدا كړي او تل يې پراخوي. نننى علم وايي: ځمكه د اسماني موادو د جذب له لامله سوكه سوكه درنېږي او اسمانونه هم پراخېږي؛ په دې بڼه كوم ستوري، چې په يو ستورليځ كې پراته دي، په بېړه د ستورليځ له مركزه لرې كېږي. پاموړ داچې د ((وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ)) (موږ پراخوونكي يو) تعبير ښيي، تل دا پراخي شته او همدغسې دوام لري او دا كټ مټ هماغه څه دي، چې نن پوهانو ترلاسه كړي، چې ټول اسماني كرات او ستورليځونه (په ډېر زيات مخصوص وزن) په يوه مركز كې راغونډ ول، بيا پكې ستره چاودنه وشوه او ورپسې د نړۍ اجزاوې خپرې ورې شوې او د كراتو په ډول رامنځته شوې، چې په بېړه د شاتګ او پراختيا په حال كې دي.[2105]

((وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ =))

49_ د ټولو ښكارندو جوړيز پنځون: ډېرى مفسرانو، دلته جوړه په بېلابېلو ټولګيو مانا كړې او دا آيت د نړۍ د بېلابېلو ژویو ټولګيو ته اشاره بولي، چې جوړه_ جوړه شوي؛ لكه شپه او ورځ، رڼا او تياره، وچه او لمده، لمر او سپوږمۍ او نور. . . البته جوړه توب په دې ډول آيتونو كې يوې دقيقې مانا ته هم اشاره كېداى شي؛ ځكه معمولاً جوړه نر او ښځې ته وايي، كه په څارويو كې وي يا بوټو كې او كه لږه يې پراخه كړو، ټول مثبت او منفي ځواكونه رانغاړي او ددې په پامنیوي، چې قرآن حکیم په دې آيت كې وایی: ((وَمِن كُلِّ شَيْءٍ)) (له هر څيز) نه يوازې ژوندي ژوي، دې حقيقت ته اشاره كېداى شي، چې د نړۍ ټول ژوي له مثبت او منفي ذرو جوړ شوي. نن له علمي پلوه جوته شوې، چې اتومونه له ګڼ شمېر اجزاوو جوړ شوي؛ لكه هغه اجزاوې، چې منفي چارچ لري، د الكترون په نامه او هغوى چې مثبت چارچ لري، د پروتون په نامه يادېږي؛ نوځكه پکار نه دي، چې ((شَيْءٍ)) هرومرو په څارويو او بوټي تفسير كړو يا ((جوړه)) په ټولګي مانا كړو. په عين حال كې دواړه تفسيره هم كېداى شي. [2106]

((فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ =))

50_ الله ته ودرومئ: دلته ((درومئ)) يو ښكلى تعبير دى. معمولاً ((درومئ)) په هغه ځاى كې ويل كېږي، چې انسان له يوې خوا د يوې وحشتناكې پېښې او موجود سره مخ شوى وي او بلخوا په يوه بل ځاى كې پناه ځاى لري؛ نوځكه په بېړه د پېښې له ځايه تښتي او د امن و امان ځاى ته مخه كوي. مشركان هم بايد د مشرك او بوتپالنې له وحشتناكې ګروهې وتښتي او نږه توحيد، د امن و امان سيمې ته مخه كړي؛ نوځكه آيت وايي، چې ټول د الله له عذابه وتښتئ او رحمت ته يې ودرومئ. له ګناهونو وتښتئ او توبې ته ودرومئ او بښنه وغواړئ. له بديو، بې ايمانۍ، د ناپوهۍ له تيارو او تلپاتې عذابه وتښتئ او ځان د حق د رحمت په غېږ او په تلپاتې نېكمرغۍ كې كړئ. له امام صادق رحمة الله علیه نه روایت شوى، چې له ((الله ته ودرومئ)) مطلب، حج دى. څرګنده ده، چې دا یې يو څرګند مصداق دى؛ ځكه حج، انسان د توحيد له حقيقت، توبې او بښنې سره آشنا كوي او د الهي لورنې په پناه كې يې ځايوي[2107].

((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ =))

56_ د قرآن حکیم له ليدلوري د انسان د پنځون موخه: هر څوك ځان پوښتي، چې موږ څه ته پيدا شوي يو، ايا الله څه كمښت درلود، چې د انسان په پنځونې لرې كېده، سره له دې، چې وجود یې له هر پلوه پوره او بې نهايت دى؟ د قرآن حکیم په آيتونو كې، په ډول ډول تعبيرونو د انسان د پنځون موخه راغلې ده. په ((ملك_2)) كې يې موخه د ښو كړنو له پلوه د انسانانو ازمېښت دى، په ((طلاق_12)) كې د الله له ځواک او پوهې يې خبرتيا، د اسمانونو او ځمكې د پنځون موخه ياده شوې ده او په ((هود_118 او 119)) كې د انسانانو د پنځون موخه داده، چې د الله په رحمت كې راونغاړل شي؛ خو دا آيت يوازې پر عبادت ډډه لګوي او په ډاګه د پېريانو او انسانانو د پنځون موخه معرفي كوي. ددې آيتونو په مفهوم كې لږه ځيرنه راښيي، ترمنځ یې هېڅ اختلاف نشته؛ بلكې ځينې موخې، سريزې، ځينې منځنۍ، ځينې روستۍ او ځينې پايلې دي. آريزه موخه، هماغه عبوديت دى، چې تر ویینې لاندې آيتونو كې اشاره ورته وشوه؛ پوهه او ازمېښت، هغه موخې دي، چې د عبوديت په بهير كې پرتې دي او د الله رحمت ددې عبوديت پايله ده؛ البته پام مو وي، چې عبادت يوازې د لمانځه او روژې په څېر ظاهري كړنې نه دي. كه څه دوى هم پر خپل ځان ډېر مهم دي؛ بلكې عبوديت، الله ته بيخي غاړه ايښوونه ده. عبوديت، په ټولو برخو كې بې قيد و شرطه اطاعت او د حكم مننه ده. پوره عبادت دا دى، چې انسان يوازې د واقعي معبود (؛ يعنې مطلق كمال) په باب سوچ او غور وكړي، يوازې د ده په لار كې ګام واخلي او بې له ده (ان خپل ځان) هېر كړي. دا ده د انسان د پنځون روستۍ موخه، چې الله يې نښلون ته، د ازمېښت ډګر چمتو كړى انسان ته يې پوهه وركړې او روستۍ پايله يې د ده د رحمت په سمندر كې ورډوبېدل دي[2108].

 

سورة الـطور

د طور سورت ټوليزه منځپانګه[2109]:

((وَالطُّورِ . وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ . فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ . وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ . وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ . وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ=))

1 تر 6_ د آيتونو د قسمونو څرګندونه: احتمالاً له طور غره مطلب هماغه طور سينا دى، چې هلته پر موسى علیه السلام وحې نازلېده او په پرانسته پاڼه كې له ليكل شوي كتابه مطلب، تورات دى، چې د تختو په بڼه رانازل شو او په پرانستو مخونو كې ليكل شوى و. داچې له بيت المعموره (ودان كور) مطلب څه دى، دوه نظره شته: لومړى داچې كعبه ده؛ ځكه لومړى كور دى، چې د خلكو عبادت ته جوړ شوى او زموږ تر پېره ودان و او دى. دويم دا په اسمانونو كې د كعبې يو محاذ دى او د پرښتو په عبادت ودان دى. دا مانا په ګڼو رواياتو كې ليدل كېږي. له لوړ چهته مطلب، اسمان دى او شونې ده، د چهت تعبير په دې پار وي، چې ستوريو او اسماني كراتو ګرسره اسمان داسې راپوښلى، چې چهت ښكاري. همداراز ښایي د ځمكې د چاپېريال تشیال – فضا ته اشاره وي، چې د يو ټينګ چهت په څېر د هوا يوه پېړه پوړۍ ترې راتاوه ده او د اسماني ډبرو د لګېدو او له كيهاني زيانمنو وړانګو يې ساتي. ((َالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ)) پر دوو ماناوو: ډك سمندر او بل سمندر. د قرآن حکیم آيتونه (تكوير_6 او انفطار_2) او ځينې روايات، دويمه مانا تاييدوي. په رواياتو كې راغلي، چې په قيامت كې سمندرونه بلېږي او پر اور اوړي او هم ويل شوي، چې مطلب دادى، چې په سمندرونو كې به د اور په بلېدو اوبه يې وچې شي[2110].

((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ=))

21_ جنتيانو ته ستره لورنه: په قيامت كې مؤمنانو ته د الله يوه لورنه داده، چې مؤمن اولادونه يې ورسره يو ځاى كوي، چې سترګې یې روښانه شي. دا اولادونه كه د كړنو له پلوه څه نيمګړنې او لنډون لري؛ خو الله يې د صالحو پلرونو په درناوي بښي او مقام يې پورته كوي. له رسول الله (ص) نه په يو روایت كې لولو((چې انسان جنت ته ننوځي؛ نو د مورو پلار، مېرمنې او اولادونو په لټه كې شي، ورته ويل كېږي: ستا درجې او كړنې ته رسېدلي نه دي. وايي: پالونكيه، ما ځان او هغوى ته چارې كړې دي؛ نو حكم كېږي، چې اولادونه یې ورسره يوځاى شي)) شونې ده، د پلرونو درجې ته يې د اولادونو ورپورته كول دا توهم رامنځ ته كړي، چې د پلرونو له كړنو يې اخلي او اولادونو ته يې وركوي، ورپسې راغلي دي ((څه يې له كړنو نه كموو)) او په پاى كې وايي: ((هر څوك په خپلو كړنو كې ښكېل دى))؛ نوځكه د مؤمنانو له كړنو او بدلو يې څه نه لږېږي؛ ځكه كړنې په هر ځاى كې له انسان سره وي او كه الله يې د اولادونو په باب څه لورنه او تفضل كوي او په جنت كې يې له پرهېزګارانو سره يوځاى كوي، په دې مانا نه ده، چې د كړنو له بدلې یې څه لږېږي[2111].

((وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ =))

24_ د ملغلرو په څېر چوپړيالان: الله پر جنتيانو نعمتونه تمام كړي او ټول څيزونه يې وركړي دي؛ لكه چوپړيالان يې په اوچت څرنګوالي هركلى كوي او هغه ساقيان، چې ګرچاپېره ترې ګرځي او په پاكو جنتي شرابو يې خړوبوي. ظاهري ښكلا، مهرباني او ښه چلن يې، جنتيان داسې ځان ته راماتوي، چې ټول هغه رنځونه او كړاوونه هېروي، چې په نړۍ كې یې د حق منلو په بهير كې زغملي. قرآن حکیم مجيد په ډېرى آيتونو كې، جنتي چوپړيالان په سيپۍ كې له خوندي ملغلرو سره ورته كړي؛ ځكه دا ملغلره بې حده ښكلې او رڼه ده؛ نوځكه پر كومه شېبه، چې له سېپۍ راوځي (سره له دې، چې ملغلره تل ښكلې او رڼه ده) ځانګړې ځانګړنه لري. جنتي چوپړيالانې هم، دومره ښكلې او سپين مخې دي، ته وا په سيپۍ كې ملغلرې يا ترې نوې راوتلي دي. د ((لَّهُمْ)) تعبير هم راښيي، هر يو جنتي، ځان ته ځانګړي چوپړيالان لري او داچې جنت د غم او خپګان ځاى نه دى؛ نو دا چوپړيالان هم ددې نږه بندګانو له چوپړه خوند اخلي. ددې ټكي يادونه اړينه ده، چې ((غِلْمَانٌ)) د ((غلام)) جمع او د ژڼي پر مانا ده او نه د مريي. ښكاره ده، چې په دې عمر كې وګړي چابك، جدي، کارنده او خوشحاله وي. په جنت كې (په آيتونو او رواياتو كې د راغليو تعبيرونو له مخې) چوپړيال ته څه اړتيا نشته او چې څه وغواړي، سملاسي وركول كېږي؛ خو دا پخپله يو سرباندې درناوى دى، چې دغسې چوپړيالان ورته هركلى وايي. كه څه په دې آيت كې راغلي نه دي، چې دوى څه چارې كوي؛ خو نور آيتونه راښيي، کړنلار یې پر جنتيانو د ډول ډول څښاك څښل او د جنتت د خوندورو خوړو خوړل دي. په يو روایت كې لولو، چې رسول الله(ص) وپوښتل شو: چې چوپړيال په سيپۍ كې د ملغلرې په څېر وي؛ نو مخدوم (؛ يعنې جنتي مؤمن) به څنګه وي؟! و یې ويل: ((پرهغه قسم، چې زما ساه يې په واك كې ده، مخدوم پر خدمتګار دومره غوراوى لري؛ لكه چې د څوارلسمې سپوږمۍ یې پر نورو ستوريو لري.))[2112]

((فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ إِن كَانُوا صَادِقِينَ ))

34_ كه رښتيا وايي؛ نو د قرآن حکیم په څېر يوه خبره دې راوړي: دا له هغو آيتونو ځنې يو آيت دى، چې په ډاګه د قرآن حکیم اعجاز راڅرګندوي او مفهوم يې د رسول الله په همپېرو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټولو هغو كسانو ته وايي، چې د قرآن حکیم په وحياني توب كې شكمن دي. تل د قرآن حکیم دا غږ په دې آيت او ورته آيتونو كې لوړ دى او د رسول الله(ص) له بعثته چې څوارلس پېړۍ تېرېږي د چا له وسې پوره نه دي، چې ځواب یې وركړي. د اسلام دښمنان، په تېره د كليسا مشران او يهود، چې په كلونو كلونو د اسلام پر ضد تبليغاتو ډېرې پيسې لګوي؛ نو ولې يو شمېر مخالفو پوهانو، اديبانو او خبرې سنجوونكيو ته پيسې نه وركوي، چې د قرآن حکیم پر ضد مبارزې ته راودانګي او د ((فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ)) مصداق شي. هو! دا عمومي بېوسي، ددې آسماني وحې د اصالت ژوندۍ ګواه ده.[2113]

((وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ =))

48_ د رسول الله (ص) پوره ساتنه: د ((فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا)) غونډله يو ډېر ښکلى تعبير دى، چې هم د پالوونكي پوهه او معلومات راښيي او هم يې د پوره ملاتړ او لورنې ښوونه كوي. هو! انسان، چې وننګېري يو ستر شخصيت يې څاري او ټولې هڅې يې ويني او د دښمنانو پروړاندې يې ملاتړ كوي، هم وس او ځواك مومي او هم ډېره پازوالي ننګیري.[2114]

((وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ. وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ=))

48 او 49_ د تسبيح وختونه: داچې له الله سره رازو نياز عبادت او ستاينه يې او د سپېڅلي ذات تسبيح يې انسان ته ډاډينه وركوي، پر زغم باندې په امر كولو پسې وايي: ((چې پاڅه؛ نو د خپل پالوونكي تسبيح او ستاينه دې كوه))، چې د شپې لمانځه او د ګهيځ عبادت ته راپاڅې، چې له خوبه فرض لمانځه ته راپاڅې، چې له هرې غونډې پاڅې، د الله ستاينه او تسبيح وايه. هو! روح دې د الله په ستاينه او تسبيح روڼ كړه، ژبه دې د هغه په ياد خوږ بويه كړه، له ياده يې مرسته وغواړه او له دښمن سره مبارزې ته چمتو شه. په يو حديث كې راغلي، چې رسول الله (ص) له يوې غونډې راپاڅېد و یې ويل: سبحانك اللهم وبحمدك اشهد ان لا اِله الا انت، استغفرك و اتوب اليك)) ځينو وويل: رسول الله! دا څه ټكي وايې؟ و یې ويل: ((دا ټكي جبرائيل راښوولي او د هغو څيزونو كفاره ده، چې په غونډه كې پېښېږي)) په روستي آيت كې راغلي: ((او د شپې څه وختونه يې هم تسبيح وايه او له ستوريو (ډوبېدو) روسته هم)). ډېرى مفسرانو، ((وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ)) د شپې پر لمانځه او ((وَإِدْبَارَ النُّجُومِ)) د ګهيځ پر دوه ركعتو نفل لمونځ (، چې د ګهيځ پيل او د ستوريو د ډوبېدو وخت دى) تفسير كړى دى. رسول الله (ص) ويلي: ((د ګهيځ دوه ركعته نفل لمونځ تر دنيا او څه چې پكې دي، غوره دى[2115]))

سورة الحديد

د حديد سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت آريزه منځپانګه پر اوو برخو ويشل کېږي: ١- د توحيد او د الله د ځانګړنو په هکله هر اړخيزه ويينه. ٢- د قرآن حکیم ستریا. ٣- په قيامت کې د مؤمنانواو منافقانو د حالت يوه څنډه. ٤- ايمان ته بلنه، له شرکه وتل او د يو شمېر تېرو اقوامو د برخليک بيانول. ٥- د الله په لار کې انفاق. ٦- ټولنيز عدالت.[2116]

((هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ =))

3_ ړومبی و روستی، ښکاره و پټ: اول و آخر، دا هغه ځانګړنې دي چې د الله تعالی ازليت او ابديت راښيي؛ ځكه هغه بې انتها او واجب الوجود شتون دى؛ يعنې هستي يې له خپله ځانه ده او نه له بهره، چې پاى ومومي يا څه پيلامه ولري؛ نوځكه له ازله و او تر ابده به وي. هغه د هستۍ پيلامه و او تر فنا روسته به يې هم وي. د ظاهر و باطن ځانګړنې يې پر هر څيز وجودي احاطه او را ايساروالى راښيي. تر هر څه خورا ښكاره دى؛ ځكه اثارو يې هر ځاى نيولى دى او تر هر څه خورا پټ دى؛ ځكه د ذات حقيقت يې چاته څرګند نه دى[2117]. حضرت علي (ك) خپل زوى امام حسين (رض) ته الله داسې ورښـيي: ((هغه تل ړومبى و؛ د څيزونو تر شتون مخكې؛ بې له دې چې څه پيل واى. او آخر او روستى، بې له دې، چې څه نهایت ولري[2118])) له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې راغلي: ((خدايه! ته تر هر څه وړاندې وې او تر تا مخكې څه نه وو او ته تر ټولو روسته يې او تر تا روسته به بل څه نه وي.))[2119]

((هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

4_ چېرې، چې وسئ، الله درسره دى: دا تعبير راښيي، هغه بې مكان دى او تر زمان او مكان ورهاخوا او په همدې دليل، په هرځاى كې حاضر دى او پر هرڅه راچاپېر دى[2120]. دا احساس، چې هغه په هر ځاى كې راسره دى، له يوې خوا انسان ته ستریا او دبدبه وربښي او بلخوا پر ځان يې ډاډمنوي، مړانه او شهامت پكې راولاړوي، چې دا يو ستر روزنيز سبق دى. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((د ايمان اوچت پړاو دادى، چې پوه شي چېرې، چې وي، الله ورسره دى)). په بل روایت كې لولو، چې موسى علیه السلام الله ته وويل: پالونكيه! چېرې دې ومومم؟ وویل شو: ((موسى! چې څه وخت دې زما اراده وكړه، ماته رارسېدلى يې)) له بندګانو سره د الله ورسره والى، دومره دقيق او ظريف دى، چې هر انديال او مؤمن انسان يې د خپل اند او ايمان هومره درك كوي اوله ژورو يې خبرېږي.[2121]

((وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ =))

10_ په ايمان، جهاد او انفاق كې مخكښان: له بريا مطلب، د مكې سوبه يا د حديبيه سوله ده او داچې وايي ((تر بريا مخكې يې مال لګولى او جنګېدلي)) ښيي، دلته له انفاقه مطلب د الله په لار كې لګښت دى. له دې آيته ګټنه كېږي څومره، چې د الله په لار كې په لګښت كې بېړه وشي، الله ته خورا ارزښت لري.[2122] بېشكه هغوى چې په ايمان او ښو كړنو كې تر نورو ړومبي كېږي، هم ډېره مړانه او پوهه لري او هم ښه سرښندنه؛ نوځكه الله ته يو رنګ نه دي؛ نوځكه په آيت كې پر همدې ټكي ډډه وهل شوې؛ هغوى چې تر بريا (د مكې سوبه، د حديبيه تړون يا مطلق اسلامي سوبې) وړاندې لګښت او جهاد كړى، د الله پروړاندې له نورو سره يو شان نه دي. له ابوسعيد خدري (رض) په يو روایت كې راغلي: د حديبيه پر كال (د هجرت شپږم كال) له رسول الله (ص) سره وو، چې ((عسفان)) (مكې ته ورنژدې) ته ورسېدو، و یې ويل: ((شونې ده، په ګانده كې يو قوم راشي، چې د خپلو كړنو په پرتله كړنې مو کوشنى وبولي)). ومو ويل: رسول الله! دوى څوك دي؟ مطلب قريش دي؟ و یې ويل: ((نه! هغوى يمنيان دي، چې تر تاسې نرم زړونه لري)) و مو ويل: رسول الله (ص)! هغوى تر موږ غوره دي؟ و یې ويل: ((كه يو يې د سرو غر ولري او د الله په لار كې يې ولګوي، ستاسې د يو وخت خوړو يا نيمايي هومره يې ثواب نلري، چې تاسې یې لګوئ. پوه شئ، چې دا زموږ او د خپلو ترمنځ يو توپير دى او ګواه يې د الله دا خبره ده، چې: ((لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ))[2123].

((مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ =))

11_ څوك دى، چې د الله په نامه غوره پور وركړي؟: دې آيت د الله په لار كې د لګښت په اړه له زړه پورې تعبيره كار اخستى: هغه الله، چې د ټولو نعمتونو وركوونكى دى او شېبه په شېبه زموږ د بدن ټولې ذرې يې له بې پايه فيض او بركته برخمنېږي، موږ يې د مالونو خاوندان ګڼلي يو او پور رانه اخلي او د دوديزو پورونو پرخلاف، چې هومره يې بېرته وركوي؛ خو الله يې څو ځل او كله سل برابره او كله يې زر هومره زيات وركوي او پردې سربېره، د عزتمن، غوره او ارزښتناك اجر ژمنه وركوي، چې يوه ستره بدله ده او يوازې الله پوهېږي، چې څه ده[2124]. دا ټكى هم د پاملرنې وړ دى، چې پالوونكي ته د پور له وركړې مطلب، د الله په لار كې هر ډول لګښت دى. يو مهم مصداق يې، رسول الله او د مسلمانانو له مشر سره مرسته ده، چې په اسلامي حكومت كې يې په لازمو لګښتونو كې وكاروي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روایت كې راغلي: ((الله د اړتيا په پار، له خپلو بندګانو پور نه غواړي؛ (بلكې) د الله لپاره حقوق د هغه ولي (او استازي) ته دي)). تردې آيت لاندې له امام كاظم رحمة الله علیه نه په يو روایت كې راغلي: ((دا آيت امام ته د ډالۍ او مرستې په اړه رانازل شوى دى[2125]))

((يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

12_ د ايمانوالو رڼا مخې او ښي لوري ته يې ځغلي: كه څه مفسرانو د ((رڼا)) په باب ګڼ احتمالات وركړي؛ خو څرګنده ده، چې منظور ترې د ايمان رڼا ده؛ ځكه په ((نُورُهُم)) (د مؤمنانو نارينه وو او ښځو رڼا) تعبير شوى او د هېښنې ځاى نه دى؛ ځكه پر هغه ورځ د انسانانو ګروهې او كړنې انځورېږي او ايمان، چې هماغه د هدایت رڼا ده، د ظاهري رڼا په څېر انځورېږي او كفر، چې مطلب تياره ده، د ظاهري تيارې په څېر انځورېږي. د يَسْعَى (ځغلی) تعبير په دې دليل دى، چې پخپله مؤمنان د محشر پر لار جنت او تلپاتې نېكمرغۍ ته ورځغلي؛ ځكه د رڼا ځغاسته يې له خپلې ځغاستې بېله ده. پاموړ خو داچې يوازې د دوو رڼاګانو خبره شوې؛ هغه رڼا، چې د ايمانوالو په مخكې ځغلي او هغه رڼا، چې په ښي لوري كې یې ځغلي. ښايي دا تعبير د مؤمنانو دوو بېلابېلو ډلو ته وي: د مقربانو ډله، چې نوراني او راڼه مخونه لري او رڼا يې په مخكې ځغلي او اصحاب يمين (د ښي لاس خاوندان) چې رڼا یې په ښي لوري كې ځغلي؛ ځكه كړنليك يې ښي لاس ته وركول كېږي او رڼا ترې راپورته كېږي او شاوخوا يې رڼا كوي. په هر حال دا الهي رڼا له ايمان او نېکو كړنو راولاړېږي، د خلكو د ايمان او نېکو كړنو په توپير سره توپير لري: هغوى چې پياوړى ايمان لري، رڼا يې ډېر واټن رڼا كوي او هغوى چې د ايمان په كمزورې مرتبه كې وي، رڼا يې لږه وي، په قمي تفسير كې ويل شوى، ((د قيامت پر ورځ، په خلكو كې رڼا د ايمان هومره يې ويشل كېږي)).[2126]

((يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ =))

13_ هغه دېوال، چې ور لري، دننه يې لورنه او دباندې يې عذاب دى: ((سور)) د هغه دېوال پر مانا ده، چې پخوا به يې ساتنې ته له ښارونو ګرد چاپېره جوړول او په بېلابېلو واټنونو كې يې پاسوالانو ته برجونه هم درلودل. پاموړ خو داچې آيت وايي: دننه يې رحمت او بهر يې عذاب دى؛ يعنې مؤمنان د ښار مېشتو په څېر، د بڼ په دننه كې دي او منافقان د پرديو په څېر دباندې په بېديا كې دي. مخكې يې يو د بل ترڅنګ په يوې ټولنې كې اوسېدل؛ خو د ګروهو او كړنو ستر دېوال، يو له بل بېلول[2127]. مؤمنانو ته د ايمان لورنه، يو ستر نعمت و، چې پرې خوشحالېدل او خوند يې ترې اخست؛ خو منافقانو ته، يو دردناك عذاب و، په دې پار، چې اړين وه ځان ايمانوال معرفي كړي؛ نوځكه ترې كړېدل. په قيامت كې هم همدا مانا انځورېږي[2128]؛ خو دا ((ور)) څه ته دى؟ شونې ده ددې لپاره وي، چې منافقان ترې، جنتي نعمتونه وويني او لاسونه ومروړي؛ يا هغوى چې لږ ګناهګاران وي، تر اصلاح او سمونې روسته ترې تېر شي او له مؤمنانو سره يوځاى شي.[2129]

((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ =))

16_ تر کله غفلت او ناخبري؟: ((تَخْشَعَ)) د خشوع له مادې او د هغه متواضع حالت او جسمي او روحي ادب پر مانا ده، چې په يو انسان كې د يو مهم حقيقت يا ستر شخصيت پروړاندې پيدا كېږي. څرګنده ده كه د الله ياد د زړه تل ته ولوېږي يا انسان پر رسول الله (ص) باندې په رالېږل شوي آيتونو كې تدبر وكړي، خشوع مومي! خو دلته قرآن حکیم يو شمېر مؤمنان سخت پړه كوي، چې ولې ددې چارو پروړاندې خاشع كېږي نه او ولې د ډېرو تېرو امتونو په څېر په ناخبرۍ كې پرېوتي دي؛ هماغه ناخبري، چې پايله یې سخت زړي، فسق او ګناه ده. يوازې د ايمان په درلودو بسياينه كول او په سادګۍ له دې مهمو موضو عاتو تېرېدل او سوكاله اوسېدل او په مېلو چړچو كې ژوند تېرول له ايمان سره سازګاري لري؟![2130]

((اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ =))

20_ دنيا يوازې د غولونې يوه وزله ده: دا آيت، د دنيوي ژوند اکر – وضع څرګندوي، ډول ډول پړاوونه يې او پر هر پړاو واكمنې انګېزې راښيي او د انسان عمر پر پينځو دورو ويشي: لومړى، د ماشومتوب پېر دى، چې ژوند د ناخبرۍ او لوبو په شپول كې را ايسار دى. بيا د هلكتوب پېردى، چې بوختياوې د لوبو ځاى نيسي او هلك په داسې څيزونو پسې وي، چې دا پر ځان بوخت كړي او له جدي چارو يې لرې كړي. درېيم پړاو، د ځوانۍ او د عشق د ځوږ او تجمل پالنې وخت دى. په څلورم پړاو كې په انسان كې د مقام او وياړ د ترلاسه كولو ننګېرنې – احساسات را ژوندی كېږي. په پينځم پړاو كې، بنيادم د شتمنيو او وګړيو په ډېرښت او د شتمنۍ د راټولو په فكر كې لوېږي. تقريباً د ړومبي پړاوونو وخت سره توپير لري او ځينې يې لكه د شتمنيو د تكاثر پړاو د عمر تر پايه دوام مومي. ځينې ګروهن دي، چې له دې پينځګونو پېرونو هر پېر د انسان عمر اته كاله نيسي، چې ټول څلوېښت كاله كېږي او چې بنيادم دې عمر ته ورسېد؛ نو وګړه – شخصيت يې بشپړېږي. شونې ده، د ځينو انسانانو وګړه په لومړيو او دويمو پړاوونو كې تم شي او تر زړښته د لوبو بوختياوو او شخړو په فكر كې وي يا د سینګار هڅۍ په پېر كې تم شي او ټول فكر يې د مړينې تر شېبې د كور، سورلۍ او ښكليو جامو په چمتو كولو كې وي. دوى په زړښت كې ماشومان او د ماشومانو په روحيه بوډاګان دي. بيا آيت د يوې بېلګې په راوړلو، انسان ته د دنيوى ژوند پيل او پاى انځوروي. هو! هغه پړاوونه، چې انسان یې په اويا يا ډېرو كلونو كې وهي؛ خو په بوټو كې په څو مياشتو كې راښکاره كېږي او انسان كړاى شي د يوې كرنې پر سر كېني او په يوې لنډې كتنې كې يې د عمر تېرېدل، پيل او پای وويني.[2131]

((مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ. لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ =))

22 او 23_ نه لاس مروړل، نه وياړنه: د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي، كوم كړاوونه، چې انسان ته وررسي، پر دوه ډوله دي: 1_ هغه كړاوونه، چې د ګناهونو كفاره او سزا ده؛ لكه ظلمونه، خيانتونه، بې لارېتوبونه او. . . چې د ډېرو ګناهونو سرچينه ده؛[2132] 2_ هغه كړاوونه، چې موږ پكې هېڅ ډول ونډه نه لرو او د يو هرومرو چار په څېر د وګړي يا ټولنې له غاړې راتاوېږي؛ نوځكه ډېرى انبياء او وليان پر دغسې كړاوونو اخته كېږي. دا آيت ددې ډول كړاوونو په اړه ويينه كوي او وايي، چې دا په لوح محفوظ او د الله په بې پايه علم كې كښل شوي دي. له همدې لامله، انسان نه ښايي ددې نړۍ په ځلبلۍ زړه وتړي؛ ځكه دا زړه تړنه يې د نېكمرغۍ ستره دښنه ده؛ له خدايه يې غافلوي او د تكامل له بهيره يې پر شا كوي. دا كړاوونه، غافلانو ته د ويښ وسئ كړنګ او د نړۍ د ناپايښتې او د عمر د لنډون یو رمز دى؛ خو مؤمن د آيت، بېلګې ته په پامنيوي، چې كله د الله له لوري نعمت وررسي، ځان يې امانتي بولي. نه يې له تلو خپه كېږي او نه يې په درلودو نازېږي، ځانونه د بيت المال د پازوالانو – مسوولينو په څېر ګڼي، چې يوه ورځ ډېره شتمني ترلاسه كوي او بله ورځ په زرګونو زرګونو بېرته وركوي. نه يې له لاس ته راوړو خوشحالېږي او نه يې له لګښته خپه كېږي. علي (ك) ددې آيتونو په اړه وايي: ((ګرسره زهد د قرآن حکیم د همدې دوو کلمو ترمنځ دى: الله پاك وايي: ((هغه ته خوابدي نشئ، چې له لاسه مو وتلي وي او پر هغه څه و نه نازېږئ، چې يې دركړي)) نو چې څوك پر تېرو لاس و نه مروړي او پر ګانده و نه نازېږي؛ نو زهد له دواړو خواوو ترې راتاو دى))[2133].

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ =))

25_ د انبياوو د رالېږلو آريزه موخه: په دې آيت كې درې څيزونه د قسط پلي كولو سريزه ګڼل شوې ده: بينات، كتاب او ميزان[2134]، بينات (څرګند دلايل) پراخ مانا لري، چې معجزې او عقلي دلايل رانغاړي، چې پېغمبران پرې سمبال ول. له كتابه مطلب، اسماني كتاب دى او داچې د ګردو اسماني كتابونو حقيقت يو دى؛ نو كتاب مفرد راوړي؛ كه څه د وخت په تېرېدو او د انسانانو په تامل، منځپانګه يې ښه پوره شوې ده. ميزان، د تللو او سنجونې د وزلې پر مانا ده، چې حسي مصداق یې هغه تلې دي، چې څيزونه پرې تلي؛ خو بېشكه دلته يې مطلب، مانیز مصداق دى؛ يعنې هغه څه چې د انسانانو ټولې کړنې پرې سنجولاى شو او هغه احكام او الهي قوانين دي يا په ټوليز ډول الهي دين دى، چې د ښو او بدو، ارزښتونو او نا ارزښتونو د سنجونې كچه ده[2135]. ځينو مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول په درېيو لاملونو پورې تړاو لري: 1_ هغه قانون، چې د قسط او ظلم برید وټاكي، چې په رڼا كې یې حق او عدل له تېري او تعدى وپېژندل شي. 2_ عادل مجري، چې قانون په ټولنه كې پلى كړي. 3_ عادل قاضي، چې په قضاوت كې په قسط منځګړيتوب وكړي؛ نوځكه كله پېغمبرانو په قضاوت او اجرائيوي چارو كې، شته اړپیچونه لرې كول او كله يې په خپلو لارښوونو د اختلافاتو مخه نيوه[2136]. پاموړ خو داچې د قسط پلي كول په انبياوو پورې اړوند نه بولي؛ بلكې وايي: بايد انساني ټولنې داسې وروزل شي، چې پخپله قسط ته راپاڅي. ښه خو همدا ده، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول، په ځانخبري او ځانځوښي – خودجوش ډول وي او نه په تپلو او زور زياتي[2137]. څېړنې وړ خو داچې په كتاب او ميزان پسې د حديد (اوسپنې) راكوزول يادوي او له هېښنده ځواك يې خبرې كوي. ښايي له دواړو سره يې د تړاو دليل دا وي، چې بايد د قسط پلي كول په دوو لارو وي: يوه، د ښوونې او تبليغ لار ده، چې پاكزړيو ته چارسازې ده او بله د زور او ځواك لار ده، هغوى ته چې خبرې ته غاړه نږدي او سرغړونه كوي.[2138]

((ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاء رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ =))

27_ رهبانيت (ملنګي)؛ له ځانه جوړ كړى دود: ((رهبانيت)) د ډار پر مانا ده او مطلب ترې، له خدايه ډار دى. دا آيت راښيي، په مسيحيانو كې يو ډول مطلوب او منلى رهبانيت و؛ كه څه د مسيح په دين كې يې پر پلي كولو سپارښتنه شوې نه وه؛ خو د مسيح پلیونو – لارويانو دا رهبانيت له پولو واړو او كوږ يې كړ؛ نوځكه اسلام سخت وغانده. په مشهور حديث كې لولو: ((په اسلام كې رهبانيت نشته)). د رهبانيت په باب د مسيحیانو يو ناوړه نوون او بدعت دا و: هغو نارينه وو او ښځو، چې به دنيا پرېښووله، واده يې پرې حرام كړ، له ټولنې د ګوټناستۍ كړلار يې ورجوړه كړه او په ټولنه كې يې انساني دندو ته د شا كولو سپارښتنه ورته وركړه او له ټولنې وړاندې يې صومعې ورته وټاكلې، چې ژوند او عبادت پكې وكړي. انسان يو موجود دى، چې ژوند او ټولنې ته ساز شوى دى او مانيز او توکیز تكامل يې په همدې كې دى، چې ټولنيز ژوند ولري؛ نوځكه يو اسماني دين هم، د انسان دا اړخ نفې كړى ندى؛ بلكې بنسټونه يې ښه ورټينګ كړي دي. الله په انسان كې ځوځات غځېدا ته جنسي غريزه پيدا كړې او هر څه چې په مطلق ډول دا غريزه نفې كوي؛ نو بېشكه دا يو باطل چار دى. يوه ورځ رسول الله (ص)، ابن مسعود (رض) ته وويل: ((پوهېږې رهبانيت له كومه راپيدا شو؟)) و یې ويل: الله او پېغمبر يې ښه پوهېږي: ((تر عيسى علیه السلام روسته، يو شمېر جباران راښكاره شول او مؤمنانو درې ځل ورسره جګړه وكړه، ماتې يې وخوړه. روسته بېدياوو ته وتښتېدل او د غرونو په غارونو كې په دې تمه پر عبادت بوخت شول، چې هغه پېغمبر به راښكاره كېږي، چې عيسى علیه السلام یې ژمنه وركړې وه، ځينې يې پر خپل دين پاتې شول او ځينو يې د كفر لار خپله كړه)) بيا يې وويل: ((پوهېږئ، چې د امت رهبانيت مې څه دى؟)) و یې ويل: الله او رسول يې پوهېږي. و یې ويل: ((هجرت، جهاد، لمونځ، روژه، حج او عمره)) بايد پام مو وي، چې د اسلامي زهد مانا داده، چې ژوند ساده وي، ځلبلي او پړق او پړوك نه وي او انسان د شتمنۍ او مقام په منګولو كې راګېر نه وي، چې دا چار له رهبانيت سره هېڅ تړاو نلري؛ ځكه رهبانيت له ټولنې د بېلتون او پرديتوب پر مفهوم دى او زهد د ټولنيز اوسېدو په پار ساده ژوند كول دي. [2139]

سورة المجادله

د المجادله سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په درېيو برخوکې رالنډېږي: ١- ظهار او احکام يې. ٢- د ناستې آداب؛ لکه پسپسکي نه کول او نويو راننوتونکیو ته ځاى ورکول. ٣- د منافقانو او هغوى په اړه مشرح ویینه، چې په خوله د اسلام چغې وهي او د اسلام له دښمنانو سره اړيکه لري، مسلمانان ګواښي، چې د شيطان او منافقانو ګوند ته به نه ځئ او له حزب الله سره به يو ځاى کېږئ[2140].

3_ شأن نزول: ډېرى مفسرانو ددې سورت ړومبيو آيتونو ته يو شأن نزول روایت كړى، چې لنډيز یې دا دى: د انصارو د يوه ټبر پر ښځې خپل مېړه غوسه شو، مېړه يې توند خوى و او هوډ يې وکړ، چې ترې جلا شي؛ نو و یې ويل: ((انت على كظهرامی))؛ يعنې ته راته د مور په څېر يې! دا په جاهليت كې يو ډول طلاق وه؛ داسې طلاق، چې راستنېدا یې نه وه او نه ښځه ازادېده، چې بل مېړه وكړاى شي او دا مړوښې ښځې ته بدترين حالات ول. څه وخت روسته، سړى پښېمانه شو او داچې ظهار (د پورته غونډلې ويل) په جاهليت کې يو ډول نه راستنېدونكى طلاق و، خپلې مېرمن ته وويل: په اند مې، چې همېش راباندې حرامه شوې يې. ښځې وويل: داسې مه وايه. رسول الله (ص) ته ورشه او د مسالى حكم ترې وپوښته. و یې ويل: شرمېږم. ښځې وويل: اجازه راكړه، چې ورشم او وپوښتم. و یې ويل: ورشه. ښځه رسول الله (ص) ته ورغله او پېښه يې وویله. رسول الله يې د پوښتنې په ځواب كې وويل: ته پرې حرامه شوې يې او په دې هكله بله سپارښتنه نلرم. ښځې د الله درشل ته مخ كړ او و یې ويل: خدايه! د خپلو سختو سختيو درته شكايت كوم؛ خپل پېغمبر ته دې يو فرمان راولېږه او دا ستونزه هواره كړه. په دې وخت، ددې سورت لومړني آيتونه رانازل شول. رسول الله دا آيتونه ښځې او مېړه ته ولوستل او د ظهار ستونزاوارى يې وروښود. ظهار، له سترو ګناهونو ده، كه څوك له خپلې مېرمنې ظهار وكړي؛ نو ښځه د شرع حاكم ته ورتلاى شي، چې مېړه یې موظف كړي يا رسماً په طلاق ترې بېله شي يا د مېړه او ښځې ګډ ژوند ته ورستانه شي؛ خو كه ګډ ژوند غواړي بايد مخكې ترې كفاره وركړي. د ظهار كفاره دا ده، چې كه له وسې یې پوره وي، يو مريي ازاد كړي، كه نه دوه مياشتې پرلپسې دې روژه ونيسي، كه دا يې هم له وسې نه وي؛ نو شپېته مسكينان دې ماړه كړي. له ظهار سره د اسلام پرېكنده چلن، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې اسلام بيخي اجازه نه وركوي، چې د ښځو حقوق د ځانمنو نارينه وو له لوري په ظالمانه دودونو ولتاړل شي؛ بلكې هر غلط دود (كه څه په خلكو كې يې ټينګې جرړې ځغلولې وي) ځپي.[2141]

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ=))

7_ په پټو خبرو كې د الله حضور: الله نه جسم دى او نه جسمي عوارض لري؛ نوځكه زمان او مكان ورته انګېرل كېږي نه؛ خو په عين حال كې كه و انګېرو، شونې ده داسې يو ځاى وي، چې الله پكې سوب – حاضر او څارن نه وي؛ نو هغه مو محدود او را ايسار كړى دى. په بله وينا، هغه پر هر څه علمي احاطه لري. عين داچې مكان ورته انګېرل كېږي نه. پردې سربېره، پرښتې په هر ځاى كې حاضرې دي او ټولې كړنې ثبتوي. ددې آيت په تفسير كې له حضرت علي (ك) په يو روایت كې لولو: ((مطلب دادى، چې د الله امين مخلوقات (هم پرښتې او هم الهي مقربان) په هغه ځواک، چې الله وركړى، پر خپلو ټولو مخلوقاتو لاسبري لري؛ كه كوم چار وكړي(ته وا) الله داسې كړي دي))؛ البته دا د موضوع يو اړخ دى؛ خو له بل اړخ، د الله د ذات حضور او څار دى؛ لكه په يو بل حديث كې لولو، چې يو ستر مسيحي عالم، حضرت علي (ك) وپوښت: الله چېرې دى؟ و یې ويل: ((هغه دلته او هلته، پاس او لاندې او رانه راچاپېره دى او همېش راسره دى او دا د الله د خبرې مطلب دى، چې ((هېڅ درې (تنې) پټې خبرې به نه وي؛ خو داچې الله یې څلورم وي. . .[2142]))

((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَى ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاؤُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ =))

8_ الهي او غير الهي سلام: له امام باقر نه په يو روایت كې راغلي، چې يو شمېر يهود، رسول الله (ص) ته ورغلل او د ((السلام عليك)) پرځای يې وويل: ((السام عليك يا ابا القاسم))، چې مانا يې پرتا مرګ يا پړه او ستړيا دې درباندې وي. رسول الله يې په ځواب كې وويل: وعليكم (همدا دې پر تاسې وي). ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: زما دې پېښې ته پام شو و مې ويل: عليكم السام و لعنكم الله و غضب عليكم (مرګ درباندې، د الله لعنت او غضب درباندې) پيعمبر (ص) راته وويل: ((ګوذاره كوه او له تاوتريخوالي او بدې وينا ډډه وكړه)) و مې ويل: نه اورې، چې مرګ درباندې وايې؟ رسول الله وويل: ((تا وانه ورېدل، چې په ځواب كې مې وويل: عليكم؟)) دلته ول، الله دا آيت رانازل كړ، چې دا ډله درځي؛ نو داسې سلام كوي، چې الله د داسې سلام سپارښتنه درته كړې نه ده.[2143]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ =))

11_ د مؤمنانو د درجو لوړاوى: ددې آيت په شأن نزول كې روایت شوی، چې رسول الله د يوې جمعې پر ورځ له خپلو يارانو سره د جومات ترڅنګ پر چوترې ناست و او ځاى تنګ شوى و. د رسول الله عادت و، چې د بدر د مجاهدينو (مهاجر يا انصار) يې ډېر درناوى كاوه. دا مهال يو شمېر يې راغلل، حال دا نور مخكې له رسول الله (ص) نه راتاو ول او ځاى يې نيولى و. چې كله پېغمبر ته راورسېدل سلام يې وكړ. پېغمبر يې سلام ځواب كړ. بيا يې پر ناستو سلام واچو، دوى هم ځواب كړ. راغلي ولاړ وو او په تمه ول، چې ناست ځاى وركړي؛ خو چا هم ځان و نه خوځاوه. دا چلن په رسول الله سخت پرېوت او د شاوخوا ناست څو تنه يې پاڅول، چې راغلي كېني. دا په ايمان او جهاد كې د مخكښانو د يو ډول درناوي كولو د دود ورزده كول وو، دا مهال يو شمېر له دې چلنه خپه شوو. بيا دا آيت رانازل شو او په غونډو كې يې د كېناستو د آدابو يوه برخه ورشرح كړه او داچې ددې سپارښتنو منل، پر اېمان او پوهې دليل دى او هم كه رسول الله ځينو ته امر وكړ، چې پاڅئ او نويو راغليو ته ځاى وركړئ، الهي سپېڅلې موخې او په ايمان او علم كې د مخكښانو درناوي ته وه. همدغسې له دې آيته ګټنه كېږي، چې د الله پروړاندې د انسان مقام په دوو څيزونو لوړېږي: ايمان او پوهه. له حضرت علي (ك) روایت شوى: ((چې څوك د مرګ تر وخته د علم په لټه كې وي؛ نو د ده او پېغمبرانو ترمنځ يوه درجه واټن وي)) له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې راغلي: ((په قيامت كې درې ډلې شفاعت كوي: پېغمبران، عالمان او شهيدان[2144]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

12_ د پټو خبرو آيت: ددې آيت په شأن نزول كې روایت شوي، چې رسول الله ته يو شمېر شتمن راتلل او پټې خبرې يې ورسره كولې. دا چار د رسول الله د ګرانبيه وخت د نيوو، د بېوزليو د تشويش او شتمنو ته د امتياز يو لامل و. دلته الله، 12 آيت رانازل كړ او امر يې وكړ، چې له رسول الله (ص) سره تر پټو خبرو كولو مخكې بېوزليو ته څه خيرات وركړئ. مړو، چې داسې وليدل، له پټو خبرو يې ډډه وكړه. بيا ورپسې آيت رانازل شو او پړه يې كړل او د ړومبي آيت حكم يې واخست او ټولو ته يې په ښو چارو او د پالوونكي په اطاعت كې د پټو خبرو اجازه وركړه؛ خو ددې حكم فلسفه څه او ولې ډېر ژر بدل شو؟ ځينو مفسرانو ويلي، چې موخه، د هغو وګړيو ازمېښت و، چې لاپې شاپې یې کولې او په پټو خبرو يې له رسول الله (ص) سره مينه ښووله. الله په دې توګه په ډاګه كړه، چې دا د مينې ښوول يوازې هله دي، چې پټې خبرې كول وړیا او بې بيه وي؛ خو كه د ډېر لږ او ناڅيزه مال وركړې ته پکې اړتيا وي؛ نو هډو وي به نه؛ البته يوازې علي (ك) له دې ستر الهي ازمېښته سرلوړى راووت؛ لكه چې پخپله وايي: ((په قرآن حکیم كې يو آيت شته، چې يو تن هم تر ما مخكې او روسته عمل پرې كړى نه دى او و به يې نكړي؛ يو دينار مې درلود، او پر لسو درهمو مې واړول او چې كله مې له رسول الله (ص) سره پټې خبرې كولې؛ نو يو درهم مې خيراتاوه)) له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب (رض) روایت شوى: ((علي درې ځانګړنې درلودې، كه ما يې يوه هم درلوده؛ نو له سرو وېښتانو اوښانو (عربو ته يوه ګرانبيه شتمني ګڼل كېده) راته غوره وه؛ له فاطمې سره يې واده، د خيبر پر ورځ د بيرغ وركول، پر نجوا آيت عمل كول)). بل ټكى داچې دې حكم همېش پر مسلمانانو اغېز وكړ او و یې ښووله، چې نه ښايي بې اړتيا په پټو خبرو، د رسول الله او نورو اسلامي مشرانو ګرانبيه وخت ونيول شي او د خلكو د خپګان وزله چمتو شي؛ نوځكه دې حكم له پيله لنډمهاله اړخ درلود او چې موخه یې ترسره شوه، بدل شو؛ ځكه غځېدا يې ستونزې راولاړولې؛ كله اړين مسايل رامخې ته كېدل، چې لازم وو، له رسول الله سره په ځانګړي توګه اوڅار شي او كه د خيرات د وركړې حكم پاتې واى؛ نو ډېر فرصتونه له لاسه وتل او وګړي يا اسلامي ټولنه زيانمنېده. داچې له رسول الله (ص) سره تر پټو خبرو كولو مخكې د خيرات وركولو حكم څومره وخت و او بيا يې بدلون وموند، په اړه يې بېلابېل روایتونه دي: ځينو يو ساعت ځينو يوه شپه او ځينو لس ورځې ښوولې او ظاهره هماغه درېيمه وينا ده؛ ځكه كه د حكم وخت، يو ساعت يا يوه شپه وه؛ نو سرغاړو دا پلمه راوړاى شوه، چې په دې لنډ وخت كې، څه دليل رامخې ته نشو، چې له رسول الله (ص) سره پټې خبرې وكړي؛ خو لس ورځې حقايق روښانولاى شي او پړې او ټپسورۍ ته يې مخه پرانځي. په آيت او رواياتو كې د خيرات د مقدار او څومره والي په باب څه راغلي نه دي؛ كه څه د علي (ك) له كړنې پوهېداى شو، چې ان يو درهم هم بسیا و[2145].

((اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُوْلَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ =))

19_ د شيطان لاسبري؛ د منافقانو روستى برخليك: دا آيت، د زړه تورو منافقانو روستى برخليك څرګندوي. دروغجن، په شتمنۍ او مقام ښاڅمن – مغرور منافقين، بې له دې څه برخليك نلري، چې د شيطان او شيطاني وسوسو په منګولو كې را ايسار وي او الله بيخي هېروي. نه يوازې پخپله ورکلارېږي؛ بلكې د شيطان د ډلې غړي كېږي او د نورو ورکلارۍ ته لمن وهي. په يو روایت كې لولو: امام حسين رضى الله عنه، چې په كربلا كې پر خپل خلاف د كوفيانو تورې ليكې وليدې، و یې ويل: ((عجب بد بندګان ياست! په خوله مو د الله اطاعت او پر پېغمبر د ايمان ادعا وكړه؛ خو اوس راغلي ياست، چې د رسول الله ځوځات ووژنئ. شيطان درباندې لاسبرى شوى او د ستر الله ياد يې درنه هېر كړى دى)). بيا يې زياته كړه: ((تاسې او هيلې مو ورکې شه. انا لِلِه و انا اليه راجعون)).[2146]

22_ مؤمنان د الله او د هغه د رسول له دښمنانو سره دښمني نه كوي: دا آيت – چې د قرآن حکیم له ځپنده آيتونو ځنې دى- مؤمنانو ته اخطار وركوي، چې په يوه زړه كې د الله مينه او د الله د دښمنانو مينه راټولېداى نشي او بايد يوه يې غوره كړئ. كه په رښتيا مؤمنان وي؛ نو بايد د الله له دښمنانو سره له دوستۍ ډډه وكړي، كه نه د ايمان ادعا دې نه كوي. له پلرونو، اولادونو، روڼو او اقوامو سره مينه ښه ده او د انساني عواطفو د ژونديتوب نښه ده؛ خو که دا مينه د الله د مينې پر ضد ودرېږي؛ نو خپل ارزښت له لاسه وركوي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روایت كې لولو: ((د يو چا ايمان هله نږه كېږي، چې الله ورته تر پلار، مور، اولاد، كور، شتمنۍ او ګردو خلكو ګران وي))؛ نوځكه د حزب الله ليكه؛ د الله، پېغمبر او وصيانو ولايت دی او بې له دوى له نورو سره پرېكون دى. په مقابل كې، د تېرو آيتونو له مخې، د حزب الشيطان له څرګندو نښو؛ نفاق، له حق سره دښمني، د الله د ياد هېر، دروغ او چل ګڼلاى شو[2147].

 

سورة الحشر

د حشر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت لومړۍ برخه له يو شمېر يهودو سره د مسلمانانو د مبارزې داستان دى. په روستيو آيتونو کې ټولو مسلمانانو ته ټوليز ورمونه – نصيحتونه شوي، همداراز د قرآن حکیم ځانګړنه او د روح په پاکونې کې يې اغېز ويل شوى دى او په درېيو روستيو آيتونو کې د الله د صفاتو مهمه برخه را اخلي.[2148]

((هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ =))

2_ په مدينه كې د بني نضير يهودو د دسيسې پاى: په مدينه كې درې ډلې يهود اوسېدل: بني نضير، بني قريظه او بني قينقاع. ويل كېږي له آره دوى حجازيان نه وو؛ خو په خپلو كتابونو كې يې لوستي ول، چې په يثرب كې يو پېغمبر راښكاره كېږي؛ نو دلته راوكوچېدل او سترې راښكاره كېدنې ته سترګې پر لار وو. چې كله رسول الله (ص) مدينې ته هجرت وكړ، له دوى سره يې د نه بريد كولو تړون وكړ؛ خو دوى په هر فرصت كې دا تړون لتاړه؛ لكه د احد تر غزا روسته، كعب بن اشرف (د يهودو مشر) له څلوېښت تنو يهودي سپرو سره مكې ته ورغلل او له قريشو سره يې د رسول الله (ص) پر ضد تړون وكړ، چې ټول به ورسره جګړه كوي. رسول الله په وحې له دې تړونه خبر شو. بل داچې يوه ورځ رسول الله له څو مشرانو او يارانو سره د بني نضير ټبر ته ورغلل، چې مرسته يا پور ترې وغواړي – او ښايي موخه يې دا وي، چې له نژدې د بني نضيرو وضع وڅېړي، چې هسې نه مسلمانان ناڅاپه برتمه او غافلګېر كړي – رسول الله د يهودو له كلا دباندې و او په دې هكله يې له كعب بن اشرف سره خبرې كولې. په دې ترڅ كې په يهودو كې د دسيسې تخم وشيندل شو او يو بل ته يې وويل: يو تن دې بام ته وخېژي او لويه ډبره دې پرې راوغورځوي او له دې سړي مو دې خلاص كړي. يو تن يهوددې چار ته چمتو شو او بام ته وخوت. رسول الله (ص) په وحې خبر شو. راپاڅېد او بې له دې، چې له خپلو يارانو سره خبرې وكړي، مدينې ته را روان شو. انګېرل يې، چې پېغمبر راستنېږي؛ خو روسته خبر شو، چې رسول الله په مدينه كې دى، دوى هم مدينې ته ورستانه شوو؛ نو دلته رسول الله ته د يهودو تړون ماتونه جوته او په ډاګه شوه او مسلمانان يې جګړې ته تيارسئ كړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، د بني نضيرو يو شاعر په رسول الله پسې خوله راسپړلې وه، چې دا یې د تړون ماتونې يو بل دليل و. داچې رسول الله له مخه كاري ګوزار پرې وكړي، محمد بن مسلمه ته يې (چې له كعب بن اشرف سره يې اشنايي درلوده) امر وكړ، چې په هر ډول وي، كعب ووژني، دا چار يې وكړ. د كعب وژنې پر يهودو لړزان راووست. ورپسې رسول الله (ص) امر وكړ، مسلمانان دې له دې تړون ماتي قوم سره جګړې ته وخوځي. بني نضير چې خبر شول، خپلو ټينګو كلاګانو ته ننوتل او ورونه يې ټينګ وتړل. رسول الله امر وكړ، كلاګانو ته نژدې ځينې د كجورو ونې راونړوئ يا یې وسوځوئ.

يهودو نيوكه وكړه، محمده! تا خو تل له دې ډول چارو نهې كوله! ددې سورت پينځم آيت رانازل شو او ځواب یې وركړ، چې دا يو ځانګړى الهي امر و. محاصره څو ورځې اوږده شوه. رسول الله د مدينې د پرېښوولو وړانديز ورته وكړ، و يې مانه او څه مالونه يې له ځانه سره واخستل او پاتې شتمنۍ يې مسلمانانو ته پاتې شوې[2149].

((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ =))

7_ بې له جګړې د لاس ته راغليو ولجو حكم: دا آيتونه، د بني نضيرو د ولجو حكم څرګندوي او په عين حال كې، د ټولو هغو ولجو په باب يو ټوليز قانون څرګندوي، چې بې ربړې او بې کړاوه د اسلام ټولنې لاس ته ورځي او په اسلامي فقه كې، ((فئ)) ورته وايي. بايد پام مو وي، داچې په تېر آيت كې ويل شوي، چې ((فئ)) په رسول الله (ص) پورې اړوند دى، په دې مانا نه ده، چې رسول الله یې پر شخصي لګښت لګوي؛ بلكې داچې د اسلامي حكومت مشر او د اړمنو د حقوق مدافع او ساتنوال دى، غټه برخه يې همدوى ته لګوي. په دې آيت كې ((فئ)) ته شپږ لګښت ځايونه ښوول شوي. 1_ د الله برخه؛ ښكاره ده، چې الله د هر څه مالك او خاوند دى او هېڅ څيز ته اړتيا نلري؛ نو دا يو ډول تشريفاتي تړاو دى، چې ورپسې يادې ډلې هېڅ ډول سپكاوی و نه ننګېري او خپله برخه د الله د برخې په كتار كې وبولي او په ټولیزو اندونو كې يې وركړه د بڅري هومره ټكنۍ نشي. 2_ د رسول الله (ص) برخه، چې شخصي او مقامي اړتياوې او چې خلك ترې كو مې تمې لري ورنه يې پوره كړي. 3_ د خپلوانو برخه، چې د رسول الله د خپلوانو او بني هاشمو برخه ده، چې له زكاته (چې د مسلمانانو ټولیزه شتمني ده) بې برخې دي. 4_ د پلار مړيو برخه. 5_ د مسكينانو برخه. 6_ د مسافرو برخه. دا ټكى پاموړ دى، چې تر رسول الله روسته دا حق معصومو امامانو او تر دوى روسته جامع الشرايط مجتهدينو ته ور رسي؛ ځكه اسلامي احكام نه ځنډېږي او د حكومت د بنسټونو يوه برخه پر وټيزو چارو ايښوول شوې او همدا د اسلامي اصيل اقتصاد د چارو يوه برخه ده.[2150].

((لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ =))

8_ پر ځانونو د نورو ړومبي كول: په يو روایت كې راغلي، يو تن رسول الله (ص) ته وويل: وږى يم، پېغمبر امر وكړ، زما له كوره خواړه ورته راوړئ؛ خو په كور كې يې خواړه نه وو. و یې ويل: نن شپه به يې څوك مېلمه كړي؟ يو تن چمتو شو او وږى يې له ځان سره بوت؛ خو يوازې ماشومانو ته يې ډېر لږ خواړه درلودل. له همدې لامله يې مېلمه ته خواړه راوړل او ډيوه يې مړه كړه او خپلې مېرمن ته يې وويل: چې هر څنګه وي، ماشومان ويده كړه. بيا مېړه او مېرمن له مېلمه سره پر دسترخوان كېناستل او تشې خولې يې خوځولې او خواړه يې نه خوړل. مېلمه په دې ګومان، چې كوربانه ورسره خواړه خوري، ځان يې موړ كړ او كوربانه د شپې وږي ويده شول. ګهيځ رسول الله ته ورغلل. رسول الله په موسكا وركتل او بې له دې، چې خبرې ورسره وكړي، دا آيت يې ولوست او د دوى سرښندنه يې وستايله، له اهل بيتو عليهم السلام په رارسېدلیو رواياتو كې لولو: كوربانه؛ علي (ك)، ماشومان، اولاد يې او هغې چې ماشومان وږي ويده كړل، د اسلام مېرمن حضرت فاطمة الزهرا (رض) وه[2151].

((وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ =))

9_ برياليتوب؛ له كنجوسۍ او حرصه ځان ساتنه: ((شُحَّ)) هغه كنجوسۍ ته وايي، چې حرص ورسره مل وي؛ داسې، چې پرې روږدى شي. په يو روایت كې لولو، امام صادق يو خپل يار وپوښت: ((شح پېژنې؟)) و یې ويل: مطلب كنجوس دى. امام وويل: ((شح تر كنجوسۍ بدتر دى. هغه کنجوس دى، چې په خپلو درلودو كې كنجوسي كوي؛ خو شح، هم د نورو په درلودو كې كنجوسي كوي او هم په خپلو كې؛ تردې چې د نورو درلودو ته يې سترګې نيولې وي، چې په حلالو يا حرامو یې ترلاسه كړي او بيخي په الله وركړې روزۍ قانع نه دى)) په بل روایت كې لولو: ((د مسلمان په زړه كې شُحّ نه ځايېږي؛ لكه چې د يو انسان په زړه كې د الله د لارې دوړه او د جهنم لوګى نه ځایېږي)). لنډه دا، د كنجوسۍ او حرص پرېښوول انسان برياليتوب ته رسوي؛ حال دا، ددې رټلو خويونو درلودل د انسان د نېكمرغۍ ماڼۍ ويجاړوي.[2152]

((أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ .لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ .لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ . لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ =))

11 تر 14_ د يهودو په فتنو كې د منافقانو ونډه: ځينو مفسرانو دې آيتونو ته يو شأن نزول روایت كړى، چې لنډيز یې دا دى: د عبدالله بن ابى او يارانو په څېر يې د مدينې يو شمېر منافقانو په پټه د بني نضير يهودو ته يو تن ورولېږه او پېغام يې ورولېږه: په خپلو ځايونو كې ټينګ وسئ، له خپلو كورونو مه راوځئ او خپل سنګرونه مزبوت كړئ، موږ د خپل قوم او نورو دوه زره تنه ملاتړي لرو او تر روستۍ سلګۍ درسره يو؛ د بني قريظه وو ټبر او د عطفان په ټبر كې نور همژمني هم ملګرتوب درسره كوي. همدا لامل شو، چې د بني نضير يهود د رسول الله پر ناباندۍ – مخالفت وهڅول شوو؛ خو په دې وخت كې، د بني نضير يو مشر ((سلام)) د بني نضير د کړلار پالندوى ((حى بن اخطب)) ته وويل: د عبدالله بن ابی خبرو ته غوږ مه ږدئ، هغه مو له محمد سره جګړې ته هڅوي او پخپله په كور كېني او تاسې د كړاوونو خولې ته وركوي. حى بن اخطب وويل: له محمد سره دښمني او جګړه خو مو خپل چار دى. سلام وویل: پر الله قسم، وينم، چې په پاى كې مو له دې سيمې شړي، شتمنۍ او شرف مو له منځه ځي، کوشنيان مو بنديان او جګړه ماران مو وژل كېږي. دا آيتونه ددې پېښې پايله څرګندوي[2153].

((كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ =))

16_ څاه ته د شيطان په ورسته رسۍ مه وركوزېږئ: داچې په دې آيت كې له انسانه مطلب څوك دى، ډول ډول خبرې پرې شوي. ځينو ويلي، مطلب ټول هغه انسانان دي، چې د شيطان تر اغېز لاندې دي، په دروغجنو ژمنو غولېږي او د كفر لار خپلوي او په پاى كې شيطان يې يوازې پرېږدي او كركه ترې څرګندوي. ځينو ويلي، منظور د ابوجهل او لارويانو په څېر يې ځانګړي انسانان دي، چې د بدر په غزا كې د شيطان په غولوونكيو ژمنو وغولېدل او په پاى كې يې د ماتې تراخه وڅكل[2154]. ځينو مفسرانو او حديثپوهانو، تردې آيت لاندې د بني اسرائيلو د يو عابد ((برصيصا)) كيسه راوړې، چې ګردو وګړيو ته يو ستر سبق كېداى شي، چې كله هم څاه ته د شيطان او منافقانو په ورستې رسۍ كوز نشي، چې تلل به يې په څاه كې لوېدل وي. د كيسې لنډيز دا دى: په بني اسرائيلو كې ((برصيصا)) نامى يو عابد و، اوږد وخت يې عبادت كړى و او د قرب مقام دې بريد ته وررسېدلى و، چې اروايي رنځوران یې ورته راوستل او په دعا يې رغېدل. يوه ورځ د يوې با وګړې – با شخصیتې كورنۍ يوه ښكلې ښځه خپلو روڼو ورته راوسته او د رغېدا لپاره څه موده ورسره پاتې شوه. دلته شيطان په وسوسې اچولو لګيا شو او عابد ته يې ننداره دومره ښكلې انځور كړه، چې عابد له ښځې سره زنا وكړه. څه موده روسته څرګنده شوه، چې ښځه دوه ځانې شوې (او داچې د يوې ګناه كول همېش د سترو ګناهونو سرچينه وي) ښځه يې ووژله او د بېديا په يوې څنډې كې يې ښخه كړه. روڼه يې له پېښې خبر شوو او دا خبر په ټول ښار كې خور شو او امير هم پرې خبر شو او له يو شمېر خلكو سره وخوځېد، چې ځان له پېښې خبر كړي. چې كله د عابد ګناه جوته شوه؛ نو له عبادتځي یې راوكېښ. عابد پر خپلې ګناه تر منښتې – اعتراف روسته، امير امر وكړ، چې پر دار يې راځوړند كړئ. چې دار ته ور وخوت، شيطان يې په سترګو كې انځور شو او و یې ويل: زه وم، چې پردې ورځ مې اخته كړې او چې څه وايم، منه يې، چې و دې ژغورم. عابد وويل: څه وكړم؟ و یې ويل: يوازې سجده راته بسیا ده. عابد وويل: په دې حال كې خو مې له وسې پوره نه ده. شيطان وويل يوه اشاره هم بس ده. عابد د سترګې په كونج يا لاس يوه اشاره وكړه او شيطان ته يې سجده وكړه او ومړ او په مازې كفر له نړۍ ولاړ. هو! د شيطانانو، او د دوی د منافقانو پلیونو د وسوسو پايلې دغسې دي[2155].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ =))

18_ قیامت ته وار له مخكې ورلېږونه: په دې آيت كې پردې ټكي ډډه لګول شوې، چې انسان بايد وويني، قيامت ته یې وار له مخكې څه زېرمه ورلېږلې. په قيامت كې د انسان آريزه پانګه، هغه كړنې دي، چې له مخكې يې ورلېږلي، كه نه غالباً څوك د انسان په فكر كې نه دي، چې تر مرګ روسته څه ورولېږي. له رسول الله (ص) په يو حديث كې لولو: ((د الله په لار كې نفقه وركړئ؛ كه څه يو من كجورې، يا لږې يا يو موټى يا لږې يا د يوې دانې هومره يا د نيمې دانې هومره وي! او كه څوك دا هم و نه مومي؛ نو په پاكو خبرو دې زړونه خوشحال كړي؛ ځكه په قيامت كې، چې د الله پروړاندې درېږئ، الله درته وايي: ستا په هكله مې داسې او هاغسې ونكړل؟ غوږونه او سترګې مې درنكړې؟ شتمني او اولادونه مې درنكړل؟ بنده وايي: هو! الله پاك وايي: نو وګوره او ووينه، چې ځان ته دې څه رالېږلي. بيا بنده وړاندې روسته او خپلو ښي او كيڼ لوريو ته ويني او داسې څه نه مومي، چې خپل مخ پرې د دوزخ له اوره وساتي[2156])). بل ټكى داچې په آيت كې دوه ځل پر ((الهي تقوا)) سپارښتنه شوې. ځينو مفسرانو يې په اړه ويلي: لومړۍ تقوا، ((له ګناهونو ډډه كول او د فرايضو ترسره كولو)) ته اشاره ده. دويمه تقوا ((په عمل كې اخلاص او له ځانښوونې ډډه كول)) دي؛ نوځكه آيت ويلي، انسان باید له ګناهونو ډډه وكړي او ښه پام وكړي، چې څه خپل آخرت ته ورلېږي؛ خو دې ټكي ته هم باید ځير شو، چې څه لېږي، يوازې د الله لپاره او له ریا او ځانښوونې سوچه وي[2157].

((لَوْ أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ =))

21_ كه قرآن حکیم پر غرونو نازل شوى وای؛ نو چاودېدل: ډېرى مفسرانو، دا آيت د تشبيه په بڼه تفسير كړى او ويلي يې دي، موخه، ددې ټكي ويل دي، چې دا غرونه له ټينګښت سره سره، كه عقل او احساس يې درلوداى او دا آيتونه د انسانانو د زړونو پرځای پر دوى ورنازل شوي واى؛ نو دومره لړزېدل، چې ټوټه ټوټه كېدل؛ خو يو شمېر انسانان دومره کلک زړي او ډبرزړي دي، چې ډېر لږ بدلون هم پكې نه راځي. ځينو يې په ظاهر تفسير كړى او ويلي يې دي: د هستۍ ټول ژوي (چې غرونه هم پكې دي) ځان ته يو يو ډول درك او شعور لري او كه دا آيتونه ورنازل شوي واى؛ نو په رښتيا، ټوټه ټوټه كېدل؛ په هر حال پر زړونو او اندونو د قرآن حکیم له اغېزې نټه كړاى نشو او د اسلام په تاريخ كې يې ډېرې بېلګې ليدل شوي دي، چې خورا سخت زړونه د څو آيتونو په اورېدو دومره نرم او پاسته شوي، چې ‎ ځان یې يو مخې اسلام ته سواره؛ خو يوازې هغه ځېلي وګړي له دې چاره مستثنى ول، چې په وجود كې د ښيون ته هېڅ ځاى نه وه.[2158]

((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ . هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ . هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =))

22 تر 24_ د روستيو آيتونو برم: په روستيو آيتونو كې اسماء الله او الهي صفات راغلي، چې خورا برمیاله آيتونه دي او د انسانانو روزنې ته ستر سبق هم دى. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې چا د ((لو انزلنا هذا القرآن حکیم)) آيت د حشر سورت تر پايه ولوست او پر همدې شپه ومړ؛ نو شهيد مړ شوى دى)) يو صحابي وايي: رسول الله مې د الله د اسم اعظم په اړه وپوښت. و یې ويل: ((د حشر سورت روستۍ برخه ډېره لوله)) بيا مې هم دا پوښتنه وكړه. حضرت همدا ځواب راكړ. په يو حديث كې راغلي: ((دا آيتونه، بې له مرګه د هر درد شفا ده[2159])) البته څرګنده ده، چې ويل شوي فضايل او بدلې هغه ته دي، چې آيتونه په ځير او تدبر ولولي.

 

سورة الممتحنة

د ممتحنه سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه له دوو برخو جوړه شوې ده: ١- د الله لپاره دوستي او دښمني او له مشرکانو سره له دوستۍ منع. ٢- د مهاجرو ښځو ازمېښت او په اړه يې نور احکام بيان شوي دي.[2160]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ . إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاء وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ . لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ =))

1 تر 3_ د الله او ځان له دښمنانو سره دوستي مه كوئ: ددې آيتونو په شأن نزول كې روایت شوى، چې ((حاطب بن ابى بلتعه)) اسلام راووړ او مدينې ته يې هجرت وكړ؛ خو كورنۍ يې په مكه كې وه. پر هغه مهال، قريش ډارېدل، چې رسول الله (ص) به جګړه ورسره وكړي؛ نوځكه د حاطب كورنۍ ته ورغلل او ترې يې وغوښتل، چې حاطب ته ليك وكښي او ترې وپوښتي، چې ايا محمد (ص) غواړي پر مكه بريد وكړي كه نه. كورنۍ يې حاطب ته ليك وكښه او په دې اړه يې ترې وپوښتل: حاطب ورته وكښل، چې رسول الله (ص) غواړي دا چار وكړي. بيا يې ليك ((صفيه)) ته وركړ او دې ښځې ليك په كوسيو كې پټ كړ او روانه شوه. جبرائيل علیه السلام پر رسول الله نازل شو او له دې خوالې يې خبر كړ. رسول الله هم، حضرت علي (ك) او حضرت زبير بن عوام (رض) ورپسې ورولېږل. دوى ور ورسېدل. علي (ك) وویل: ليك چېرې دى؟ ښځې وويل: راسره نشته. ښځه يې د ليك په اړه ولټوله او وپوښتله؛ خو څه يې ورسره ونه موندل، حضرت زبير (رض) وويل: څه ورسره نه وينو. حضرت علي (ك) وويل: پر الله قسم رسول الله دروغ راته ويلي نه دي او پر جبرائيل يې هم دروغ ورپورې كړي نه دي او جبرائيل هم پر الله دروغ ورپورې كړي نه دي. پر الله قسم، يا ليك راښكاره كوې يا رسول الله ته دې سر ور وړم. ښځې وويل: رانه لرې شئ، چې راو یې باسم؛ نو ليك يې له كوڅيو راوكښه. حضرت علي (ك) راواخست او پېغمبر ته يې راووړ. رسول الله وويل: حاطبه! دا څه دي؟ حاطب وويل: پر الله، ای رسول الله (ص)! منافقت مې كړى نه دى او له دين او خپلې ژمنې اوختى نه يم. ګواهي لم، چې بې له ((الله)) بل معبود نشته او ته د الله استازى يې؛ خو كورنۍ مې د قريشو د ښه چلن په اړه كښلي و، ما هم د ښه چلن په غبرګون كې دا ورته وليكل؛ بيا الله په دې هكله پر رسول الله دا آيتونه نازل كړل.[2161]

((قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَاء مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ =))

4_ ابراهيم علیه السلام مو ټولو ته بېلګه وه: داچې قرآن حکیم مجيد د خپلو ښوونو د پوره كولو لپاره په ډېرو ځايونو كې د انسانيت د نړۍ له مهمو بېلګو شاهد راولي، د ممتحنه سورت په آيتونو كې يې هم د الله له دښمنانو سره د دوستۍ په سختې نهې پسې ابراهيم علیه السلام او كړلارې يې رامنځ ته كړې ده. هغه ابراهيم علیه السلام ، چې ټولو اقوامو په تېره عربو ورته درناوى درلود. ابراهيم علیه السلام د الهي پېغمبرانو عليهم السلام مشر و، چې ګرد ژوند یې د بندګۍ درس او د الله په لار كې جهاد او له الله سره عشق او مينه وه. له ((وَالَّذِينَ مَعَهُ)) مطلب هغه مؤمنان دي، چې په دې لار كې يې ملګري وو، كه څه ډېر لږ ول. په تواريخو كې هم راغلي، په بابل كې يوې ډلې د ابراهيم علیه السلام د معجزو تر ليدو روسته ايمان پرې راووړ او شام ته په هجرت كې ورسره ملګري شوو او دا راښيي، پالیال – باوفا ملګري یې درلودل[2162]. همېش د انسانانو په ژوند كې د سترو بېلګو شتون، روزنې ته يې اغېزمنه وزله وه؛ ځکه رسول الله (ص) او پاكلمنو مخكښانو په خپلو كړنو د ښیون ځانګړنې ښوولې. چې كله د سنتو په باب خبره كېږي، ويل كېږي، چې سنت د معصوم خبره (وينا)، كړنه او تقرير دى؛ يعنې د معصومو مشرانو، خبره، كړنه او سكوت (چوپتيا) يې حجت او لارښود دى؛ نوځكه عصمت او پاكلمنتوب په ټولو پېغمبرانو او امامانو كې شرط دى، چې په ټولو اړخونو كې بېلګې وي. د امام صادق رحمة الله علیه له روایته، چې د بلنې شعار ((خلك په كړنو راوبولۍ نه خوله)) را اخستل شوی، پر دې دليل دى، چې بايد ګرد رښتوني مسلمانان په خپل وار نورو ته بېلګې وي او په خپلو كړنو، نړۍ ته اسلام وروښيي، كه دا چار شوى واى؛ نو اسلام به ګرده نړۍ نيولې واى.[2163]

((عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

7_ د يو شمېر مسلمانانو عاطفې تشې ډكولو ته يو زېرى: په دې آيت كې، د حب او بغض فى الله او له مشركانو سره د اړيكو د پرېكړې په باب د تېرو آيتونو ويينه دوام مومي او داچې د اړيكو پرېكړې يو شمېر مسلمانانو ته يو ډول عاطفي تشه رادبره كوله؛ خو په دې بهير كې رښتونيو مؤمنانو او د رسول اكرم يارانو خپلې پښې ټينګې وښوولې، الله يې بدلې او د كمښتونو لرې كولو ته زېرى وركوي، چې خپه كېږئ مه، وضع دغسې نه پاتېږي. په پاى كې دا چار وشو؛ اتم هجري كال راغى او مكه سوبه شوه او مكيان ډلې ډلې مسلمانان شول او د ژوند له اسمانه يې د دښمنۍ تورې لړۍ ولاړې او د ايمان لمر د مينې او دوستۍ په تودوخې په ځلېدو شو[2164].

((لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ . إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ =))

8 او 9_ له هغو كفارو سره چلن، چې جګړه درسره نه كوي: ددې آيتونو په وينا، غير مسلمان وګړي په دوو ډلو ويشل كېږي: 1_ يوه هغه ډله ده، چې په خبرو او كړنو كې یې له اسلام او مسلمانانو سره ډاګيزه دښمني كوله او د مسلمانانو مكلفيت دا و، چې د هر ډول اړيكو درلودو به ترې دډه كوي. 2_ بلې ډلې يې په عين كفر او شرك كې، له مسلمانانو سره څه كار نه درلود او ان ځينو له مسلمانانو سره د دښمنۍ پرېښوولو تړون كړى و؛ نو له دوى سره نېكي كول، اړيكه درلودل او د مينې ښوول څه توپير نلري او كه كومه ژمنه يې ورسره درلوده؛ نو بايد وفا يې پرې كوله او د عدالت پلي كولو ته يې هڅه كوله. له دې آيتونو، له كافرانو سره د مسلمانانو د اړيكو د څرنګوالي په اړه يو ټوليز آر په ګوتو كېږي او هغه داچې هره ډله، ټولنه او هېواد، چې د دښمنۍ دريځ لري؛ نو مسلمانان دې پروړاندې سخت ودرېږي او هر ډول دوستي او اړيكه دې ورسره پرې كړي؛ خو كه په عين كفر والي كې د اسلام او مسلمانانو پروړاندې بې پلوې وه يا يې مسلمانانو ته څوبمن – لېواله وه؛ نو مسلمانان ورسره د دوستۍ اړيكې درلوداى شي؛ البته نه دومره، چې له مسلمان ورور سره يې لرې او نه تردې بريده، چې په مسلمانانو كې یې د نفوذ او راننوتو لامل شي.[2165]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ . وَإِن فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِّنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُم مِّثْلَ مَا أَنفَقُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ =))

10 او 11_ د مسلمينو او كفارو د زيانونو سکېنده – جبران: ددې آيتونو په شأن نزول كې روایت شوى، چې رسول الله (ص) په حديبيه كې د مكې له مشركانو سره تړون لاسليك كړ. د تړون يوه ماده دا وه كه هر مكي له مسلمانانو سره يوځاى شو؛ نو راستنوي به يې؛ خو كه چا په مسلمانانو كې اسلام پرېښود او مكې ته راغى؛ نو بېرته يې ورستنولاى نشي. په دې وخت كې د ((سبيعه)) په نامه ښځې اسلام راووړ او د حديبيه په سيمې كې له مسلمانانو سره يوځاى شوه. مېړه يې رسول الله (ص) ته ورغى او و یې ويل: محمده! مېرمن مې راكړه؛ ځكه ژمنه مو ده او لا تر اوسه يې رنګ وچ شوى نه دى. لسم آيت رانازل شو او امر يې وكړ، چې مهاجرې ښځې، ازمېښت كړئ. ابن عباس (رض) وايي: ازمېښت يې پر دې وه، قسم وخوري، چې هجرت یې له مېړه سره د كينې يا له نوې هېواد سره د مينې يا دنيوي موخې لپاره نه؛ بلكې يوازې د اسلام په پار دى. ښځې قسم وكړ، چې همدغسې دى. په دې وخت كې رسول الله (ص) یې مېړه ته مهر او كوم لګښت، چې پرې شوى و، وركړ او و یې ويل: د تړون ماده، يوازې نارينه ستنوي او نه ښځې او په دې توګه يې د كفر سيمې ته د مسلمانې ښځې په زور ستنونې مخه ونيوه. ددې آيت په وينا، په دغسې شرايطو كې، اسلامي حكومت دنده لري، كوم مهر، چې كافر نارينه مسلمانې شوې ښځې ته وركړى، له بيت الماله نارينه ته وركړي او هم كه له مسلمانانو كومه ښځه كافره شوه او د كفر سيمې ته ورغله؛ بايد هغه مهر له كافرانو و غواړي، مسلمان نارينه وركړى و. بيا په يوولسم آيت كې وايي كه كافران دا چار ونه مني؛ نو د كومو نارينه وو، چې ښځې كافرانې شوې او كفارو ته ورغلي، د حق نه ضايع كېدو ته يې، كه ولجې مو ترلاسه كړې؛ نو لومړى دې د دوى حق وركړي او بيا دې ولجې وويشي. دا ډول اسلامي احكام، د اسلام د رسول الله د حقانيت نښه ده، په يوه داسې چاپېريال كې، چې نه شتمني څه درناوى لري او نه ځان؛ تردې بريده د خلكو د حقوقو په عملي كولو كې هڅه كوي، چې ان نه يوازې دوستان كه دښمنان هم څه حق لري بايد پاملرنه ورته وشي.[2166]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

12_ د ښځو د بيعت شرايط: د مفسرانو د ليكنې له مخې، دا آيت د مكې د سوبې پر ورځ نازل شوى دى. هغه مهال، چې رسول الله (ص) د صفا پر غره ولاړ و او له نارينه وو يې بيعت واخست. د مكې ښځو، چې ايمان راوړى و، بيعت ته ورغلې. دا آيت رانازل شو او د بيعت څرنګوالى یې ورسره شرح كړ. د بيعت د څرنګوالي په اړه يې ليكلي، چې د رسول الله په امر يې د اوبو لوښى راووړ او خپل لاس يې د لوښي په يوې خوا كې كېښود او ښځو هم خپل لاس په بل خوا كې ايښوده. دا آيت راښيي، اسلام ښځو ته په مهمو چارو كې خورا ارزښت قايل دى؛ لكه دلته یې په الهي ژمنه كې د نارينه ترڅنګ بيعت وكړ او ان تر نارينه وو يې ډېر شرايط ومنل؛ داسې شرايط، چې د ښځې انساني هويت یې ژوندى كاوه او له هغې بې ارزښته څېرې يې وژغورله، چې د نارينه وو د خوند اخستو وزله وي[2167].

 

سورة الصف

د صف سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت پر دوو بنسټيزو چورلیځونو چورلي: يو داچې اسلام پر ګردو اسماني اديانو غوراوى لري او الله يې تلپاتېتوب تضمين کړى دى. بل جهاد ددې دين د ساتنې او پرمختګ لپاره لازم دى.[2168]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ =))

2 او 3_ ولې هغه خبره كوئ، چې عمل پرې نه كوئ: مفسرانو دې آيتونو ته بېلابېل شأن نزولونه روايت كړي، چې د ټولو منځپانګه داده، يو شمېر مؤمنانو د جهاد د حكم تر رانازلېدو وړاندې ويل: كه داسې حكم رانازل شي، هر كلى يې كوي او بيخي به د جهاد له ډګره ونه تښتي؛ خو په عمل كې يې بل څه وكړل؛ البته دا آيتونه پراخ مفهوم لري او هر ډول بې عمله خبره غندي؛ كه د جهاد په ډګر كې د مقاومت په اړه وي، که په بل رغنده او مثبت چار كې، د يوې ټولنې ناوړه رنځ دا دى، چې پر بې اعتمادۍ او ناډاډمنتوب اخته شي او آريز لامل يې د ويناوو او كړنو ترمنځ بېلتون دى. هغه خلك، چې خبرې كوي او عمل نه كوي، كله هم يو پر بل ډاډمنېداى نشي او نه د ستونزو پروړاندې همغږي كېداى شي؛ بيخي به يې ترمنځ روري او خوږلنى رامنځته نشي او هېڅكله به ارزښت او قيمت ونلري او يو دښمن يې هم څه پروا نلري. هغه مهال، چې د شام لوټمار لښكر د عراق پر پولو راواوړېدل او علي (ك) ترې خبر شو؛ نو سخت خپه شو، يوه وينا يې وكړه او عراقيانو ته يې وويل: ((خلكو! چې تنې مو يو رنګ او هيلې مو جلا جلا دي، چې كله د زړه ورتوب لاپې شاپې كوئ؛ نو خبرې مو سخت زړونه نرموي؛ حال دا، كړنې مو دښمنان پر تمه كوي. چې په غونډه كې ناست وسئ؛ نو د جنګياليتوب لاپې كوئ او چې د جګړې څرك ولګي؛ نو تښتئ)) (نمونه، 24: 60 مخ.) له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك خلك عدالت ته رابولي؛ خو پخپله عادل نه وي، په قيامت كې يې لاس مروړل ډېر دي. . . او پښېمانېږي، چې ولې مې د الله د حكم په هكله ناغېړي وكړه[2169]))

((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ =))

4_ جنګيالي لكه اوسپنيزه كلا: له دې تعبيره مطلب دادى، چې د حق لارې مجاهدين دې د دښمن پروړاندې په يوه زړه او ټينګ هوډ ودرېږي؛ ته وا ټول يو له بل سره تړلي او هېڅ درز يې ترمنځ نشته. قرآن حکیم، دښمنان له ويجاړوونكي نېز سره ورته كوي، چې يوازې په پولادي بند یې كابو كولاى شو. افسوس نن د اسلام دا ستره ښوونه هېره شوې او ستره اسلامي ټولنه نه يوازې د پولادي بند بڼه نلري، چې په خپرو ورو ليكو اوړېدلې او یو د بل پروړاندې درېدلې او د هرې يوې په مغزو كې بېله هوا او په زړونو كې يې جلا جلا هيلې دي. همدا اوس د مسلمانانو په څو سوه ميليوني ټولنه كې ددې بې اتفاقۍ يوه پايله وينو، چې د صهيونستانو يوه کوشنۍ ډله پر اسلامي هېوادونو لاسبرې ده او ورځ تر بلې مسلمانان ځوروي[2170]؛ همداراز دا تعبير راښيي، په آر كې اسلامي جهاد دفاعي اړخ لري؛ ځكه بندونه، د تاريخي نېزونو د يرغل پروړاندې اغېزمنه دفاعي وزله ده او يو بند کله هم يرغليزه دنده نلري.[2171]

((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ=))

6_ حضرت عيسى علیه السلام د اسلام د پېغمبر د راتلو زېرى وركړى و: كه څه په دې آيت كې ددې خبرې يادونه شوې نه ده، چې دا زېرى د مسيح په اسماني كتاب كې و که نه، د قرآن حکیم نور آيتونه؛ لكه (اعراف_156) پخپله انجيل كې ددې زېري ګواه دي؛ البته څه چې نن د تورات او انجيل په نومونو له يهودو او نصاراوو سره دي، پر موسى علیه السلام او عيسى علیه السلام رانازل شوي كتابونه نه دي؛ بلكې د هغو كتابونو ټولګې دي، چې يارانو یې او يا تر دوى روسته وګړيو، تاليف او كښلي دي او په دې كتابونو كې يوه لنډه څېړنه دې مدعا ته ژوندۍ ګواه ده. پخپله يهود او مسيحيان بې له دې بله ادعا نلري؛ خو بيا هم شك نشته، چې د موسى علیه السلام او عيسى علیه السلام د ښوونو يوه برخه او د دوى د اسماني كتابونو منځپانګه يې د لارويانو د ليكنو په ترڅ كې دې كتابونو ته لېږدول شوې ده؛ ځکه هر څه چې په پخوانۍ زمانه (تورات او ورپورې اړوند كتابونه) او اوسنۍ زمانه (انجيل او ورپورې اړوند كتابونه) كې راغلي، نه ګرسره منلاى شو او نه له ټولو نټه كړاى شو؛ بلكې دا كتابونه ددې دوو سترو پېغمبرانو او د نورو د افكارو او اندنو يوه ګډوله ده. په شتو كتابونو كې هم د ستر پېغمبر د راښكاره كېدو په باب پرېمانه تعبيرات ليدل كېږي، چې نښې یې يوازې پر اسلام او راوړونكي تطبيقېږي. پاموړ دا، په دې كتابونو كې پر وړاندوينو سربېره، چې پخپله د اسلام پر رسول الله تطبېقېږي، د يوحنا انجيل په درېيو ځايونو كې پر ((فارقليط)) کلمه ډډه لګول شوې ده، چې په پاړسي ژباړوكې پر ((ډاډ وركوونكې)) ژباړل شوې ده؛ خو د اناجېلو په سرياني متن كې، چې له يوناني اصله اخستل شوى، د تسلي وركوونكي (فارقليط) پرځای ((پار قليط)) او په يوناني متن كې ((پير كلتوس)) راغلى، چې په يوناني كې د ((ستايل شوي وګړي)) پر مانا او د محمد يا احمد انډول دى؛ چې كله د كليسا پالندويانو پوه شول، ددغسې ژباړې خورول یې پر تشكيلاتو سخت ګوزار دى؛ نو د پير كلتوس پرځای يې ((پارا كلتوس)) وليكه، چې د تسلي وركوونكي پر مانا ده او په دې ښكاره لاسوهنه يې، دا ژوندى لاسوند واړوه، كه څه له دې اړونې سره سره، په ګانده كې د يوې سترې راښكاره كېدنې څرګند زېرى هم دى ((احمد)) د رسول الله (ص) له مشهورو نامو دى، چې پر ژوندونې پرې مشهور وه؛ نوځكه ددې آيتونو د نزول پرمهال، د آنحضرت (ص) يو دښمن هم نيوكه ونكړه، چې د رسول الله نامه احمد نه دى؛ بلكې ټولو ته څرګنده وه.[2172].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ . تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ . يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

10 تر 12_ پر ايمان او جهاد ټينګار: دا آيتونه، پردې دوو آرونو ټينګار كوي او په انسان كې د الهي خوځښت انګېزه راولاړوي. مخاطب يې مؤمنان دي؛ خو په عين حال كې، آيت يې د ايمان او جهاد آرونو ته رابولي. شونې ده دا تعبير دې ته اشاره وي، چې هسې په نامه او سرسري ايمان بسیا نه؛ بلكې ژور او نږه ايمان لازم دى، چې د ايثار، سرښندنې او جهاد سرچينه شي. بل ټكى داچې ددې آيت او نورو ډېرو آيتونو په وينا؛ ځاني جهاد له مالي جهاده بېلېداى نشي؛ ځكه ټولې جګړې وزلو او شونتياوو ته اړه لري، چې بايد په مالي مرستو تامين شي. كله ځينې دواړه جهادونه كړاى شي او كله ځينې يوازې مالي جهاد كوي او تر شا سنګرونه غښتلي كوي او كله يوازې ځاني جهاد ته چمتو وي.[2173]

((وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ =))

13_ نژدې بريا: ډېرى مفسرانو، دا بريا د مكې په سوبې تفسير كړې، ځينو د روم او ايران د هېوادونو په سوبې او ځينو په پرلپسې ټولو اسلامي سوبو تفسير كړې؛ خو داچې د آيت مخاطب يوازې د رسول الله اصحاب نه؛ بلكې په تاريخ كې ټول مؤمنان دي؛ نو دا بريا پراخه مانا لري او ټولو ته يو زېرى دى؛ كه څه د رسول الله(ص) په پېر او د آيتونو د نزول پرمهال يې، څرګند مصداق د مكې سوبه وه[2174]. په ځينو رواياتو كې د حضرت مهدي روستۍ بريا د آيت يو مصداق ښوول شوى دى..[2175]

 

سورة الجمعة

د الجمعه سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په دوو بنسټيزو چورلیځونو چورلي: لومړى، توحيد او د الله ځانګړنو ته پاملرنه، د اسلام د رسول الله د بعثت موخه او معاد. دويم، د جمعې د لمانځه رغنده کړلار او ددې سترې نمانځنې ځينې ځانګړنې.[2176]

((وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =))

3_ بله ډله، چې لا تر اوسه يو ځاى شوې ورسره نه ده: داچې د اسلام رسول الله يوازې د عربو نالوستو ته رالېږل شوی نه و او بلنه يې نړيواله وه، دا آيت ټول هغه مسلمانان رانغاړي، چې تر صدر اسلام روسته مسلمانان شوي دي. په يو حديث كې وايو، چې كله رسول الله دا آيت ولوست، اصحابو وپوښت: دوى څوك دي؟ رسول الله (ص) د سلمان پارسي (رض) پر شا لاس كېښود او و یې ويل: ((كه ايمان په ثريا (لرې ستوري، چې په لرېوالي كې متل و) كې وي، ددې ډلې ځينې خلك پرې لاس مومي))[2177].

((مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ =))

5_ پر خره بار څو كتابونه: دا آيت د يوې ډلې يهودو په هكله خبرې كوي، چې په تورات او انجيل كې يې د اسلام د رسول الله ځانګړنې، نښې او د راښکاره كېدو زېري لوستل او پوره پوهېدل، چې حضرت محمد (ص) ددې نښو او زېرو مصداق دى؛ خو ايمان يې پرې نه راوړه. دې ځانخوښي قوم، تش د تورات په نامه يا لوست يې قناعت كاوه، بې له دې، چې د منځپانګې په اړه غور او عمل پرې وكړي، د خره په څېر دي، چې په حماقت او ناپوهۍ كې متل او د هر چا په خوله كې دي. خر يوازې د كتابونو دروند والى ننګېري – احساسوي ورته بې توپيره ده، چې ډبرې يا لرګي پرې وربار دي که داسې كتابونه، چې د هستۍ خوالې او د ژوند ګټورې کړلارې پكې دي. دا بې عمله عالم ته يوه څرګنده بېلګه ده، چې د علم د دروندوالي پازوالي پر اوږو وړي؛ خو له بركتونو يې ګټه اخستى نشي. همداراز په دې آيت كې هغه وګړي هم رانغاړېږي، چې د قرآن حکیم له الفاظو سره سرو كار لري؛ خو له منځپانګې او عملي كړلارې يې ناخبره دي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((خلكو! چې پر څه پوه شوئ؛ نو عمل پرې وكړئ، چې ښیون ومومئ؛ ځكه هغه عالم، چې پر خپله پوهه عمل ونكړي، تش کړهاند – سرګردان ناپوهه دى، چې له خپلې ناپوهۍ په سد نه راځئ؛ بلكې د حق حجت پرې غټ، خپګان يې دايمي او الله ته ډېر پړ دى)) [2178]

((قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =))

8_ ولې ځینې له مرګه ډارېږي؟: ددې مطلب غټ دليل دادى، چې تر مرګ روسته ژوند باندې ايمان نلري. يا كه ايمان لري؛ خو ايمان يې د يو ژور باور بڼه نېولې نه ده او پر اندونو او عواطفو يې واكمنه شوې نه ده. طبيعي ده، انسان له فنا او نيستۍ ډارېږي؛ خو كه انسان ددې روايت پر مضمون باور وكړي، چې ((دنيا د مؤمن زندان او د كافر جنت دى))؛ نو بيخي له مرګه نه ډارېږي؛ په عين حال كې، چې د تكامل بهير د وهلو لپاره ژوند غواړي. د عاشورا په پېښو كې لولو، چې څومره به پر امام حسين (رض) او يارانو يې د دښمن كړۍ راتنګېده؛ نو څېرو يې بل واهه او غوړېدې. د عاشورا پر ګهيځ يې بوډاګان ملګري خندني ول او چې په دې اړه به پوښتل كېدل. ويل يې: دا ځكه بل ساعت د شهادت شربت څښو او حورالعين په غېږ كې رانيسو. له مرګه د ډار يو بل علت، له بريده وتلې په دنيا پورې زړه تړنه ده؛ ځكه مرګ د انسان او محبوب ترمنځ يې بېلتون راولي او له هغو شونتياوو زړه راکښل خورا سخت دي، چې سوكاله ژوند او مېلو چړچو ته يې چمتو كړی و. يو تن ابوذر (رض) په دې باب وپوښت؟ و یې ويل: ((دا ځكه، تاسې دنيا اباده كړه او خپل آخرت مو ويجاړ كړ. طبيعي ده، چې نه مو خوښېږي له آبادۍ ځنې كنډوالۍ ته ولاړ شئ)) درېيم لامل يې، په كړنليك كې د حسناتو تشوالى او د بديو ډېروالى دى[2179].

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ =))

9_ ستره اوونیزه ((عبادي_ سياسي)) غونډه: د جمعې لمونځ، يو ټوليز او ستر عبادت دى او د عبادت د ټولیزو اغېزو له لامله زړونه د ګناهونو له زنګونو پاكوي او روح سپېڅلى كوي. دا ستره الهي فريضه، د اوونۍ ستره غونډه ده، چې د حج تر كلنۍ غونډې روسته ستره اسلامي راټولېدنه ده. له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((د جمعې لمونځ، د نشتمنو حج دى))؛ دې ته په اشارې، چې د حج ډېرى بركتونه د جمعې د لمانځه په ټولنه كې هم شته. په دې باب په رواياتو كې پرېمانه ټينګار شوى دى؛ له رسول الله(ص) نه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك د ايمان له مخې (او الله ته) د جمعې په لمانځه كې ګډون وكړي، خپل كړه وړه دې له سره پيل كړي)). بل ټكى دا، يو شمېر ګروهن دي، چې دا لمونځ د معصوم امام يا يې د ځانګړي استازي له دندو ځنې دی؛ په بله وينا، د معصوم امام د حضور په وخت پورې اړوند دى؛ حال دا، ډېرى څېړونكي ګروهن دي، دا چار، د جمعې د لمانځه د عيني وجوب شرط دى او تخييري وجوب ته دا شرط لازم نه دى او د غيبت په زمانه كې هم دا لمونځ كړاى او د ماسپښين لمانځه ځايناستى كولاى یې شو.[2180]

 

سورة المنافقون

د منافقون سورت ټوليزه منځپانګه:: ددې سورت د ويينو آريز چورلیځ، په نفاق او منافقينو پورې اړوند حساس موضوعات دي.[2181]

((إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ . اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ . ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ . وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ =))

1 تر 4_ منافقان؛ د اسلام ستر دښمنان: په اسلام كې نفاق او منافقان هله اوڅار شول، چې رسول الله (ص) مدينې ته هجرت وكړ او د اسلام ستنې پياوړې شوې او بريا يې په ډاګه شوه. داچې په ښكاره ناباندي – مخالفت كول، ستونزمن او كله ناشوني وو؛ نو ماتې خوړلي دښمنانو د خپلو تخريبي كړلارو د پلي كولو لپاره خپله څېره بدله كړه او په ظاهره د مسلمانانو له ليكو سره يو ځاى شوو؛ خو په پټه يې خپلې چارې كولې. هر اوښتون – انقلاب تر بريا روسته د منافقانو له ليكې سره مخامخېږي او پروني سرسخت دښمنان يې د ظاهري دوستانو په جامو كې راښكاره كېږي. له همدې لامله پوهېداى شو، چې ولې په منافقانو پورې اړوند ټول آيتونه په مدينه كې رانازل شول، نه په مكه كې[2182]؛ البته ځينې مفسران وايي، چې نفاق د بعثت له پيله شتون درلود او ځينو په مكه كې د مسلمانانو له ګڼ شمېر ستونزو سره سره په ظاهره اسلام راووړ او د رسول الله لاسنيوى يې وكړ، په دې هيله، چې په پاى كې به رسول الله پر خپلو دښمنانو لاسبرى شي او تر رسول الله روسته به خپلې چارې تر سره كړي[2183] پر همدې دليل، اسلام د تاريخ په اوږدو كې له منافقانو سخت ګوزار خوړلى دى؛ نوځكه قرآن حکیم پر منافقانو سخت بريدونه كړي او هېڅ دښمن يې د دوى هومره غندلى نه دى. رسول اكرم (ص) ويلي: ((زه پر خپل امت له مؤمن او مشركه باك نلرم؛ ځكه الله مؤمن د خپل ايمان له لامله منع كوي او مشرك د خپل شرك په پار خواروي؛ خو پر تاسې له هغه ډارېږم، چې په زړه كې منافق او په خبرو كې پوه دى، ډارېږم، چې داسې څيزونه وايي، چې خوښېږي مو او داسې چارې كوي، چې نه یې خوښوئ)). بايد پام مو وي، چې نفاق پراخه مانا لري، چې هر ډول ظاهري او باطني دوه ګوني توب رانغاړي. څرګند مصداق يې، ګروهیز نفاق دى، چې معمولاً د منافقينو د آيتونو همدوى ته اشاره ده او په هغو پورې اړوند دى، چې په ظاهر كې ځان ايمانوال ښيي؛ خو په زړه كې، خپل شرك او كفر پټوي؛ خو عملي نفاق په هغو پورې اړوند دى، چې اسلام یې باطني ګروهه ده؛ خو ددې باطني ژمنې پرخلاف چارې كوي، چې دننه او دباندې یې د څېرو دوه ګوني توب راښيي؛ لكه د ژمنې ماتونه، دروغ، او په امانت كې خيانت. له رسول الله(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((كه په چا كې درې څيزونه وي؛ نو منافق دى؛ كه څه لمونځ وكړي، روژه ونيسي او ځان مسلمان بولي: په امانت كې خيانت، دروغ ويل او ژمنه ماتول)). له امام سجاد زین العابدین نه په بل روايت كې لولو: ((منافق، له بديو منع كوي؛ خو پخپله يې نه پرېږدي، پر نېكيو امر كوي؛ خو پخپله يې نه كوي)). د عملي نفاق يوه مهمه څانګه، ځانښوونه ده، چې په رواياتو كې هم اشاره ورته شوې ده.[2184]

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ . سَوَاء عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ . هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا عَلَى مَنْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ . يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ=))

5 تر 8_ د آيتونو شأن نزول: دې آيتونو ته يو اوږد شأن نزول روايت شوى، چې لنډيز یې دا دى: پر شپږم هجري كال د بني المصطلق تر غزا روسته په قَديد سيمه كې، د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو. د منافقانو مشهور مشر عبدالله بن ابى، د انصاري خوا ونيوه او د دواړو خواوو ترمنځ سخته خوله ووهل شوه. عبدالله سخت غوسه شو او يو شمېر قوميان يې ورسره ول، و یې ويل: پر الله قسم كه مدينې ته ستانه شوو؛ نو درانه (عزيزان) به سپك (ذليلان) بهر كړي. له عزيزانو يې مطلب، ځان او لارويان وو او له ذليلانو يې مطلب، مهاجرين وه. بيا يې خپلو شاوخوا ته وويل: دا مو د خپلو كړنو پايله ده؛ دې ډلې ته مو په خپل ښار كې ځاى وركړ او خپل مالونه مو ورسره ووېشل. كه ددې سړي په څېر د خپلو خوړو پاتې مو نه وركوله، ستاسې پر اوږو نه درسورېدل. په دې وخت كې زيد بن ارقم (رض) شتون درلود، چې کوشنى هلك و، عبدالله ته وويل: پر الله قسم؛ خوار او لږه كی ته يې او محمد (ص) په الهي عزت او د مسلمانانو په مينه كې دى. عبدالله وويل: چوپ شه. ماشومه لوبې كوه! زيد بن ارقم (رض)، رسول الله (ص) ته ورغى او پېښه يې وویله. رسول الله (ص) يو تن په عبد الله پسې ورولېږه او و یې ويل: دا څه يې راته وويل؟ عبدالله وويل: پر هغه الله، چې اسماني كتاب يې درباندې نازل كړى، څه مې ويلي نه دي او زيد دروغ وايي. تردې پېښې روسته رسول الله لښكر ته امر وكړ، چې ګرده ورځ او شپه لار وهئ، چې مدينې ته ورسېدل. زيد بن ارقم (رض) له سخت خپګان او خجالته له کوره نه راوته[2185]؛ البته نښو او قراینو د زيد د وينا رښتينتوب او د عبدالله د خبرو دروغجنتوب ښووه؛ خو سازښت – مصلحت ايجابوله، چې رسول الله په ښكاره عبدالله دروغجن ونه بولي او په دې باب د الهي وحې انتظا وكاږي[2186]. په دې وخت كې د منافقون سورت رانازل شو، زيد يې رښتونى او عبدالله يې دروغجن وباله. رسول الله (ص) زيد (رض) ته وويل: ځوانه! الله دې خبره رښتوني كړه او ستا د وينا په اړه يې قرآن حکیمي آيتونه، رانازل كړل. چې دا آيتونه رانازل شوو او د عبدالله دروغ رابرسېره شو، ځينو وویل: رسول الله (ص) ته ورشه، چې بښنه درته وغواړي. عبدالله سر وخوځاوه او ناروا خبرې يې وكړې په دې وخت دا آيت رانازل شو: ((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا. . .[2187]))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ =))

9_ شتمني او اولادونه مو د الله له ياده غافل نكړي: داچې د نفاق له مهمو لاملونو يو هم، له دنيا سره مينه او له مالونو او اولادونو سره افراطي او له بريده وتلې مينه ده، دا آيت، مؤمنان له داسې مينې منع كوي. مالونه او اولادونه، الهي پيرزوينې دي؛ چې د الله په لار کې او نېكمرغۍ ته د ورسېدو په موخه كې كار ترې واخستل شي؛ خو كه ورسره افراطي مينه د انسان او الله ترمنځ خنډ پيدا كړي، ستر كړاو شمېرل كېږي. له امام باقر نه په يو روايت كې دا مانا څرګنده انځور شوې ده، وايي: ((د يوې بې شپونه رمې په سر او آخر كې دوه داړن لېوان، دومره زيان نه رسوي؛ لكه مال نمانځنه او ځانمني، چې د مؤمن دين زيانمنوي[2188])) په يو روايت كې لولو: علي (ك) خپل ملګري ته يو ليك ولېږه او يو ورم – نصيحت يې پكې دا و: ((دنيا پرېږده، د دنيا مينه سترګې ړندوي، غوږونه كڼوي، ژبه ګونګوي او سرونه ځوړندوي، په خپل پاتې عمر كې دې، تېر جبران كړه، او مه وايه، سبا او بل سبا (دا چار كوم)؛ ځكه تر تاسې مخكېني په دې پار هلاك شول، چې پر هيلو يې ډډه وهله او نن او سبا يې كوله[2189]))

((وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ =))

10_ انفاق؛ د انسان په سمونې او په آخرت كې د ژغورنې اغېزمن لامل: كه څه ځينو دلته پر انفاق امر د زكات په وركړې كې د لازمې بيړي پر مانا تفسير كړى؛ خو څرګنده ده، چې آيت هر ډول فرضي او مستحبي انفاق رانغاړي، چې په آخرت كې د انسان ژغورنې وزله كېږي. په روستۍ برخه كې راغلي: ((چې (د الله په لار كې) صدقه وركړم او له نېكچارو ځنې شم)) دا مانا کړن – تعبير، د انسان په صالح والي كې د نفقې د وركړې ژور اغېز دى[2190].

 

سورة التغابن

د تغابن سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د ټوليز سياق او نظم له پلوه له حديد سورت سره ډېر ورته والى لري؛ داسې چې د حديد سورت لنډيز او نچوړ په نظر رسي. ددې سورت منځپانګه، مؤمنان د الله په لار کې انفاق ته هڅوي او دا څرګندوي، کو مې ستونزې، چې د ايمان، جهاد او د الله د لارې په انفاق کې ورسي، نه دې پرې غمجنېږي؛ ځکه دا ټولې ستونزې د الله په امر وررسي او الله ترې خبر دى او ثواب يې ورکوي[2191].

((ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوا وَّاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ= ))

6_ مړه خوا الله تعالی: په يو قدسي حديث كې لولو: ((زما بندګانو! تاسې څه زيان يا څه ګټه رارسولاى نشئ. زما بندګانو! که ړومبي او روستي انسانان او پيريان خورا پاك زړونه ولري، زما پر واكمنۍ څه نه ورزياتېږي او كه ړومبي او روستي انسانان او پيريان خورا ناپاك زړونه ولري، زما له واكمنۍ څه نه كمېږي. كه ړومبي او روستي انسانان او پيريان په يو ميدان كې راټول شي او چې څه له ماغواړي وركوم يې؛ نو څه مې له زېرمو نه كمېږي او دا به د هغه لمدوالي په څېر وي، چې یوه رسۍ په سيند كې لمدېږي. زما بندګانو! زه مو كړنې شمېرم، بيا يې درستنوم، چې څوك نېكي ومومي، د الله شكر دې وكاږي او چې څوك بې له دې وويني؛ نو بې له ځانه دې بل څوك پړ نه بولي[2192])) په يوه نيمګړې تشبيه كې، موږ د بوټو او ونو په څېر يو، چې ځانونه مو د لمر رڼا ته نيولي؛ بې له دې، چې ځلاند لمر ورته اړتیا ولري.[2193]

((فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ =))

8_ پر الله تعالی، استازي يې او هغې رڼا ايمان راوړئ، چې نازله كړې یې ده: په ګڼ شمېر آيتونو كې قرآن حکیم په رڼا تعبير شوى او د ((انزلنا)) مانا کړن – تعبير هم پرې شاهد دى؛ كه څه د اهل بيتو له لارې موږ ته په رارسېدلیو ګڼ شمېر رواياتو كې، په دې آيت كې رڼا، په امام تفسير شوې ده. شونې ده دا تفسير له دې پلوه وي، چې د امام شتون، د قرآن حکیم عملي انځور شمېرېږي؛ نوځكه كله پېغمبر او امام ته، ناطق قرآن حکیم ويل كېږي. له دې روایاتو تر يوه لاندې د امامانو په باب له امام باقر نه لولو: ((دوى هغه كسان دي، چې د مؤمنانو زړونه رڼا كوي).[2194]

((يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ =))

9_ د تغابن ورځ: قيامت، هغه ورځ ده، چې وړوپړ – بریالی او نابریالی ((مغبون)) معلو مېږي؛ هغه ورځ، چې څرګندېږي كوم كسان په نړۍ كې په خپله سوداګرۍ كې پر غبن، زيان او خسران اخته شوي دي. هغه ورځ ده، چې دوزخيان په جنت كې خپل ځاى تش ويني او لاسونه مروړي او جنتيان هم په دوزخ كې خپل ځاى تش ويني او خوشحالېږي. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هر بنده، چې جنت ته ننوځي – كه يې بدي كوله-؛ نو په اور كې خپل ځاى ورښوول كېږي چې ډېر شكر وكاږي او كوم بنده، چې دوزخ ته ننوځي – كه يې نېكي كوله -؛ نو په جنت كې خپل ځاى ورښوول كېږي، چې ښه لاسونه ومروړي[2195])). همداراز قيامت يې، چې په دې نامه ياد كړى؛ نور اړخونه يې هم ورته ياد كړي؛ لكه كافران ځانونه بايلودي ويني؛ ځكه د خپل ژوند معامله يې بايلودې ده او د خپل عمر ګرانبيه پانګه يې ارزانه پلورلې او ابدي پاك ژوند يې له لاسه وركړى؛ يا مطلب دا هلته ټول محشريان (مؤمن او كافر) زيان ننګېري – احساسوي، مؤمنان په حسرت كې دي، چې ولې يې خپل آخرت ته ډېر عمل كړې نه دی او كافران له دې زيان ننګېري، چې آخرت ته یې هېڅ صالح عمل راوړى نه دى. په حقيقت كې د دواړو ډلو لاس مروړل په دې علت دي؛ لكه چې څنګه بايد او شايد وو، قيامت ته پر ارزښت قايل نه ول. همدغسې يې ويلي: دا د زيان او پښېمانۍ ننګېرنه په سرغړاندو بېلاروونكيو او بېلارې لارويانو پورې اړوند ده؛ څرګندنه دا، بېلاروونكيو، خپل لارويان غولول او په دې توګه یې دنيا پالنې او آخرت شا كونې ته هڅول. له مقابل لوري، بېلارې لارويانو هم له سرغړاندو په لاروۍ، دوى وغولول؛ ځكه ورپسې تلل يې د هغوى ښاڅمني – كبر او سرغړونه لا ډېره كړه او د ډېر عذاب وړ يې كړل؛ نو په حقيقت كې دواړو ډلو يو بل وغولول.[2196]

((مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ =))

11_ ټول مصيبتونه د الله په اجازې دي: بېشكه د هستۍ ټولې پېښې د الله په اجازې دي؛ ځكه د افعالي توحيد په غوښتنه، په ټوله هستۍ كې بې د حق له ارادې كوم څيز عملي كېږي نه؛ خو داچې مصيبتونه، همېش په اذهانو كې د پوښتنې په څېر دي؛ نو ځانګړې ډډه پرې لګول شوې ده. دلته دا مهمه پوښتنه اوڅار ده، چې د ډېرى مصيبتونو لامل، د ظالمانو ظلم او د جبارانو اراده ده يا پخپله انسان يې د لنډون يا ګناه په پار، لامل شوى دى؛ نو ايا دا هم د الله په اجازې دي؟! په ځواب كې وايو، په قرآن حکیم كې د مصيبتونو په هكله د راغليو آيتونو له ټوله معلو مېږي، چې كړاوونه دوه ډوله دي: لومړى، هغه مصيبتونه، چې د انسان د ژوند له طبيعت سره اخږل شوي او د بشر اراده ډېر لږ اغېز هم پكې نلري؛ لكه مړينه او يو شمېر طبيعي دردناكې پېښې. دويم، هغه مصيبتونه، چې انسان په يوه ډول پكې ونډه لري. قرآن حکیم د لومړي ډول په باب وايي، چې دا د الله په اجازې راپېښېږي او د دويم ډول په هكله وايي، چې د خپلو كړنو په پار مو در تر غاړې كېږي؛ نوځكه څوك په دې پلمه، چې ګرد مصيبتونه د الله له لوري دي، د ظالمانو پروړاندې چوپ كېداى نشي، چې مبارزې ته راپانڅي او نه په دې پلمه له رنځوريو، افتونو، فقر او ناپوهۍ له مبارزې لاس اخستاى شي؛ البته ان په هغو مصيبتونو كې، چې پخپله انسان پكې ونډه لري، د وزلو اغېز، د الله له لوري دى، كه يې وغواړي، هر سبب بې رنګ او بې اغېزې كېږي.[2197]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ. إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ =))

14 او 15_ ځينې مېرمنې او اولادونه دښمنان دي: داچې ددې آيتونو مخه مؤمنانو ته ده، پوهېدل كېږي، چې له مؤمنانو وګړيو سره يې د ځينو اولادونو او مېرمنو دښمني، د ايمان په پار ده؛ په دې توګه، ددې وګړيو ځينې اولادونه او مېرمنې هڅه كوي، دوى له ايمان يا صالحنو كړنو (؛ لكه د الله په لار كې انفاق او د كفر له سيمې له هجرته) منع كړي يا يې كفر او هلاكوونكيو ګناهونو (؛ لكه له مېرمنې او اولادونو سره يې د مينې په پار د الله په لار كې له انفاقه مخنيوى، په نامشروع ډول د شتمنيو ترلاسه كولو او د خلكو پر مالونو خېټه اچولو) ته اړ كړي. الله په دې آيتونو كې مؤمنانو ته وايي، له دغسې اولادونو او مېرمنو سره ګوزاره وكړئ او له تېروتنو يې تېر شئ؛ خو له دې ځان وساتئ، چې هلاكت ته مو وركاږي او ورسره مينه مو د ابدي بدمرغۍ لامل شي.[2198] ورپسې په (15) آيت كې په ټوليز ډول وايي، مالونه او اولادونه مو يوازې ازمېښت وزلې دي. په رښتینه كې الله د انسان روزنې لپاره تل انسان په سرو بټويو كې ازمېيي؛ خو دا دواړه؛ يعنې مالونه او اولادونه، د ازمېښت له خورا مهمو وزلو ځنې دي؛ ځكه د مالونو جاذبه او له اولادونو سره مينه په انسان كې دومره غښتلى كشش او راښكون رادبره كوي، چې په ځينو ځايونو كې د الله له رضا جلا كېږي او انسان تر سخت دباو لاندې وي. معمولاً د ((إِنَّمَا)) مانا کړن – تعبير حصر ته راوړل كېږي او راښيي، دا دوه موضوعات تر بل هر څه تر ازمېښت لاندې دي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((له تاسې دې څوك نه وايي، چې خدايه له ازمېښته پناه دروړم؛ ځكه هر څوك په يو ډول تر ازمېښت لاندې دى؛ خو كه څوك الله ته پناه وروړي، بايد له بېلاروونكيو فتنو پناه وروړي؛ ځكه الله وايي: پوه شئ، مالونه او اولادونه مو ازمېښت وزلې دي))[2199]. له رسول اكرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هر امت ته يو ازمېښت شته، چې د امت ازمېښت مې، مال او شتمني ده[2200]))

 

سورة الطلاق

د طلاق سورت ټوليزه منځپانګه: د سورت مهمه موضوع طلاق، ځانګړنې او احکام يې او ترې راولاړې شوې پايلې دي او بيا يې د مبدا، معاد، د رسول الله(ص) نبوت، زېرى او ګواښ اوڅار کړی دى.[2201]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا= ))

1_ د طلاق انګېزې او اثار: طلاق د هرې ټوليزې ښكارندې په څېر جلا جلا جرړې لري، چې بې له سمې څېړنې د دغسې پېښې د راښكاره كېدو مخنيوى ستونزمن دى. د طلاق مهم لاملونه دا دي: الف_ د مېرمن يا مېړه بې شمېره تمي. ب_ پر كورنيو د تجمل پالنې، اسراف او تبذير د روحيې واكمنېدل. ج_ د مېرمن او مېړه په ځانګړي ژوند كې د خپلوانو، اقوامو او اشنايانو بې ځايه لاسوهنې. د_ د مېرمن او مېړه ترمنځ د فرهنګي انډول نشتون. هـر یو د بل غوښتنو ته د مېرمن او مېړه بې پروايي؛ په تېره د عاطفي او جنسي چارو په اړه، چې په رواياتو كې ډېر اهميت وركړاى شوى دى. طلاق، دا سپېره ښكارنده، كورنيو، نارينه وو، ښځو او په تېره اولادونه ته ډېرې ستونزې راولاړوي، چې په درېيو برخو كې یې رالنډولاى شو: 1_ عاطفي ستونزې، چې جلا شويو ښځو او نارينه وو ته ور تر غاړې كېږي؛ ځكه دوى د خپل ژوند له ډېر نژدې وګړي بېلېږي، له عاطفي پلوه سخت ګوزار خوري او ډېر وخت د عمر تر پايه واده نكوي او معمولاً په بل ځل واده كې به هم بريالى ګډ ژوند ونلري. 2_ جلا شويو ته ډېرې ټوليزې ستونزې پيدا كېږي؛ ځكه دوى به بل بريالي واده ته ډېر چانس ونلري؛ په تېره كه اولادونه ولري؛ نو غالباً له ناچارۍ داسې واده ته غاړه ږدي، چې غوښتنې یې نه پوره كوي؛ نوځكه د عمر تر پايه كړېږي. 3_ د اولادونو ستونزه تر ټولو مهمه ده؛ ځكه د پلار يا مور له مينې بې برخې كېږي او ډېر يې د ژوند تر پايه خپله اروايي روغتيا له لاسه وركوي او دا كورنۍ او ټولنې ته يوه ضايعه ده. كله خطرناك وګړي ترې جوړېږي، چې ناځانخبري له ګردې ټولنې غچ اخلي. كه اسلام د طلاق په باب دا دومره سختچاري كړې، دليل يې دا زيانمنې اغېزې او نورې ناخوښې پايلې دي. په همدې دليل قرآن حکیم په ډاګه امر كوي، چې كله د مېرمن او مېړه ترمنځ اړپېچ شي، د دواړو لوريو خپلوان دې په جوړ جاړي كې هڅه وكړي او د ((كورنۍ د سولې په محکمه)) دې يې مخه ونيسي، چې مېرمن او مېړه رسمي نياوتون ته ورنشي او يا طلاق واخلي. بيا په همدې دليل څه چې د مېرمن او مېړه له نېكمرغۍ او د كورنۍ اړيكو له ټينګښت سره مرسته كوي، د اسلام له اړخه مطلوب دی او چې څه يې لړزوي، مبغوض او منفور دي. رسول الله (ص) ويلي: ((واده وكړئ او طلاق مه كوئ؛ ځكه په طلاق د الله عرش لړزېږي)).[2202]

((فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا. وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا =))

2 او 3_ تقوى او له ستونزو ژغورنه: دا آيتونه، د قرآن حکیم مجيد ډېر هيلمن آيتونه دي، چې لوست یې زړه صفا كوي او روح رڼوي، د نهيلۍ پردې څيرې كوي او پر زړه د هيلو وړانګې ورځلوي او ټولو متقيانو ته د ژغورنې او د ستونزاوارۍ ژمنه ورکوي. له رسول الله(ص) په يو حديث كې لولو: ((يو آيت پېژنم، كه ټول انسانان ورپورې ونښلي، ستونزاوارۍ ته يې بس دى)) ورپسې يې د ((ومن يتق الله. . .)) آيت ولوست او څو ځلي يې تلاوت كړ. ددې آيت په تفسير كې په يوه بل حديث كې وايي: الله متقیان د دنيا له شبهاتو، د مرګ له سختو حالاتو او د قيامت د ورځې له سختيو ژغوري. په بل حديث كې وايي: ((چې څوك ډېره بښنه غواړي(استغفار كوي) الله يې له هر غمه خلاصوي او له هرې تنګسې د ژغورنې لار ورښيي))؛ البته د آيت مفهوم دا نه دى، چې انسان ژوند ته هڅه هېره كړي؛ بلكې بايد تقوى له هڅې سره مل وي او كه په دې حال كې د انسان پر مخ ورونه وتړل شوو، الله يې پرانستل تضمين كړي دي.[2203]

((أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى =))

6_ تر بېلتون روسته د ښځو حقوق: دا آيت، تر بېلتون روسته د ښځې د يو شمېر حقوقو په اړه څرګندنه كوي: لومړى د مطلقه ښځې د اوسېدنې د ځاى په باب وايي: ((چېرې، چې هستوګن ياست د خپلې وسې هومره يې هماغلته مېشتې كړئ)) طبيعي ده، داچې هستوګنځى د ((پخواني)) مېړه پر غاړه دى، پاتې نفقات (خوراک او اغوستن) به يې هم ورتر غاړې وي. ورپسې پردې حكم د ټينګار لپاره وايي، هسې نه كېنې، دښمنۍ او كركې مو له حق او عدالته واړوي او په هستوګنځي او نفقه كې يې له خپل جوت حق بې برخې كړئ، چې داسې تر فشار لاندې راشي، چې هرڅه پرېږدي او وتښتي[2204]. آيت ددې ټكي پر دوام لګيا كېږي، كه مطلقه ښځې دوه ځانې وي، بايد د زېږون تر وخته يې لګښت وركړئ؛ ځكه چې زېږون یې كړى نه وي، د عدت په حال كې ده او پر مېړه يې هستوګنځى او نفقه واجب ده. په څلورمي حكم كې، د ((تي وركوونكيو ښځو)) د حقوقو په اړه وايي: كه چمتو شوې، چې تر بېلتون روسته اولادونو ته تى وركړي؛ نو بدله يې وركړئ؛ داسې اجرت او بدله، چې د عرف او عادت له مخې، د تى له مقدار او وخت سره انډول وي. داچې ډېرى وخت د ماشومانو او کوشنيانو پر سر تر بېلتون روسته د مېرمن او مېړه ترمنځ د مصالحو له مخې اړپېچ پيدا كېږي، په پينځمي حكم كې امر كوي، چې د خپلو اولادونو د برخليك په باب يو له بل سره سلا مشوره وكړﺉ او ښه هوډ وکړئ او هسې نه د مېرمن او مېړه ترمنځ اختلاف د ماشومانو ګټې ټكنۍ او له جسمي او روحي اړخ يې زيانمني كړي او يا له عاطفي پلوه له لازمې مينې بې برخې شي. مور و پلار مؤظف دي، چې الله په پام كې ونيسي او د بې دفاع ماشوم ګټې د خپلو ګټو او غرضونو بلهار نكړي او كه تر طلاق روسته د تي وركولو په باب د مېرمن او مېړه ترمنځ جوړ جاړى ونشو، بله ښځه دې د تي وركولو ژمنه پر غاړه واخلي.[2205]

((اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا =))

12_ د هستۍ له پنځون موخه، معرفت او پېژندنه ده: د البقره سورت په 29 آيت كې د ((اوو اسمانونو)) په هكله څرګندونه وشوه؛ خو دا آيت وايي: ((او له ځمكې (هم) په څېر يې)) په ظاهر كې يې مانا دا ده؛ لكه چې څنګه يې اوه اسمانونه پيدا كړل، اوه ځمكې يې هم پيدا كړي؛ خو مفسرانو د آيت د منظور په باب خبرې اترې كړي. ځينو ويلي، چې مطلب د لمريز غونډال – نظام اوه ګوني سيارې دي، چې يوه یې ځمكه ده او ځينو ويلي، د ځمكې بېلابېلې پوړۍ دي. نن جوته شوې، چې ځمكه له جلاجلا قشرونو او پوټكيو جوړه شوې ده. ښايي مطلب انسان وي؛ ځكه انسان ځمكنى موجود دی؛ خو ستر او اسماني روح لري، چې د اوه ګوني اسمانونو يوه بېلګه ده؛ خو داچې ((ترمنځ يې (تل) د الله امر رانازلېږي)) مطلب يې د سترې نړۍ، اسمانونو او اوه ګونو ځمكو په باب د الله تكويني حكم دى: ځكه الله يې تل په خپل ځانګړي فرمان په منظم بهير كې لارښوونه كوي. دا آيت، د سجدې سورت له څلورم آيت سره ورته دى، چې وايي: ((د نړۍ چارې له اسمانه د ځمكې پر لور تدبيروي)). د آيت په پاى كې، ددې ستر پنځون موخې ته اشاره شوې ده. موخه دا ده، چې انسان د الله له پوهې او ځواكه خبر شي؛ پوه شي، چې الله یې پر ټول وجود راچاپېر دى او له ټولو كړنو يې باخبر دى او هم پوه شي، چې د معاد، قيامت او د مؤمنانو د بريا په هكله له خپلې ژمنې نه اوړي. هو! هغه الله، چې پر دغسې پوهه او ځواک، د هستۍ ستر غونډال – نظام اداره كوي؛ نو كه د طلاق او د ښځو د حقوق په اړه یې كوم احكام رالېږلي؛ ټول د حساب او شمېر له مخې دي.[2206]

 

سورة التحريم

د تحريم سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له څلورو برخو جوړ شوى دى: ١- د رسول الله(ص) پر ضد د ځينو مېرمنو دسېسې ته يې اشاره. ٢- ګردو مؤمنانوته وايي، چې د کورنۍ د ښوونې او روزنې په چار کې څارن وسي او لازم دي، چې له ګناهونو توبه وکاږل شي. ٣- له کفارو او منافقانو سره جهاد ته اشاره شوې ده. ٤- د بېلګې په توګه مؤمنانو ته د دوو تنو صالحو ښځو او دوو تنو ناصالح ښځو د حالاتو شرح.[2207]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ . قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ . وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ . إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ . عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا =))

1 تر 5_ د آيتونو شأن نزول: ددې آيتونو په شأن نزول كې، د شيعه او اهلسنتو د تفسير، حديث او تاريخ په كتابونو كې ډېر روايات راغلي، چې مشهور او مناسب یې دادي: رسول الله (ص) به كله خپلې يوې مېرمنې ((حضرت زينب بنت جحش)) كره تله. زينب (رضى الله عنها) به ایساراوه او كوم شات، چې ورسره وو، رسول الله ته به يې وړاندې كول. له دې عايشه ام المؤمنين خبره شوه او دا چار پرې سخت پرېووت. حضرت عايشه بي بي وايي: له ام المؤمنين ((حفصې)) سره مې خبره جوړه كړه، كه رسول الله موږ هرې يوې ته راغى؛ نو سملاسي به وايو، چې ((د معافيرو شيره)) دې خوړلې؟! (معافير، يو ډول شيره وه، چې په حجاز كې له عُرفُط ونې راڅڅېده او ښه بوى يې نه درلود) حال دا پېغمبر مقيد و، چې له خولې يا جامو یې نامناسب بوى ونه خېژي؛ بلكې اپوټه خوشبويه او معطر وي. په همدې توګه رسول الله يوه ورځ ام المؤمنين حفصې كره ولاړ او دا خبره يې ورته وكړه. رسول الله(ص) وويل: معافير مې خوړلي ندي؛ بلكې له زينب بنت جحش كره مې شات خوړلي او قسم خورم، چې بيا به يې نه خورم؛ خو چاته دا خبره مه كوه؛ په پاى كې دې مېرمنې دا راز رابرسېره كړ او ورسته په ډاګه شوه، چې له بيخه دا پېښه يوه دسيسه وه. رسول الله سخت خپه شو او دا آيتونه رانازل شول او پېښه يې داسې پاى ته ورسوله، چې د رسول الله په كور كې نورې دا چارې ونشي. په ځينو رواياتو كې راغلي: رسول الله تردې پېښې روسته، يوه مياشت له خپلو مېرمنو څنډې ته شو او ان ډنډوره شوه، چې رسول الله هوډ كړى، ټولې طلاقې كړي؛ داسې چې سختې وارخطا شوې او له خپله چاره پښېمانه شوې.[2208] البته ځينو مفسرانو، دا شأن نزول او په دې باب پر نورو رواياتو نيوكه كړې او په يو ډول يې ګوتنېوى پرې كړى دى.[2209]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ =))

6_ د كورنۍ ښوونه او روزنه: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې انسان د خپلې مېرمنې او اولادونو په هكله دروند مسووليت لري او مؤظف دى، چې تر وسې وسې یې په ښوونه او روزنه كې هڅه وكړي، له ګناهونو يې منع كړي او نېكۍ ته يې راوبولي؛ نه داچې يوازې د خوراك څښاك او اغوستن په وركړه يې قناعت وكړي. په تېره، چې زموږ په پېر كې له كورنيو دباندې د فساد ځپنده څپې ډېرې غښتلې او خطرناكې دي؛ نو د خنثى كولو لپاره یې د كورنۍ د ښوونې او روزنې له لارې بنسټيزې كړلارې تر سره شي. په يو حديث كې لولو: چې دا آيت رانازل شو، د رسول الله يو يار وپوښتل: څرنګه خپله كورنۍ د دوزخ له اوره وساتو؟ آنحضرت وويل: ((د الله په اوامرو ورته امر وكړه او څه چې الله منع كړي، ترې يې منع كړه. كه ستا يې ومنله؛ نو به دې ژغولي وي او كه و يې نه منله، خپله دنده دې تر سره كړې ده)) ددې آيت په تفسير كې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((ځان او كورنۍ ته دې نېكي ورزده كړه او په آدب يې كړه)).[2210]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ=))

8_ الله ته د زړه له كومي توبه وكاږئ: الله په مخكې آيتونو كې مؤمنانو ته امر وكړ، چې ځان او خپله كورنۍ د دوزخ له اوره وژغورئ او په دې آيت كې، د دوزخ له اوره د ژغورنې لار ورښيي. د ژغورنې لومړى ګام، له ګناه توبه ده؛ هغه توبه، چې له هر پلوه نږه وي او محرك يې، د الله فرمان او له ګناه ډار وي او نه يې له ټوليزو او دنيوي اثارو ډار؛ هغه توبه، چې همېش انسان له ګناه جلا كوي او راستنېدا پكې نه وي. پوهېږو، د توبې حقيقت، له ګناه پښېماني ده، چې لازمه یې په ګانده كې پرېښوولو ته هوډ نيول دي، همداراز د هغه څه سکېنده – جبران، چې جبرانېداى شي. د استغفار ويل هم همدا مانا څرګندوي. په دې توګه د توبې اركان پينځه څيزونه دي: د ګناه پرېښوول، پښېماني، په ګانده – راتلونکي كې يې د پرېښوولو هوډ، د تېر جبرانول او بښنه غوښتل.[2211] په يو روايت كې لولو، د رسول الله يو يار وپوښتل: رسول الله (ص)! نږه توبه څه ده؟ و یې ويل: ((داده، چې بنده له كړې ګناه لیپخور – پښېمانه شي؛ نو له خدايه عذر وغواړي او بيا هغه ګناه ونكړي؛ لكه چې (رول شوي) شيدې تي ته نه ورستنېږي))[2212]. دا لطيف تعبير، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې نصوح توبه په انسان كې داسې اوښتون – انقلاب رادبره كوي، چې يو مخې تېرو ته ورستنېدا ورباندې بندوي. ډېر ليدل كېږي، له انسانه څه ښویېدنې كېږي، كه د ستنېدا ورونه پرې وروتړل شي، نهيلېږي او همېش له لارې پاتېږي؛ نوځكه د اسلام په روزنيز ښوونځي كې، توبه ډېر با اهميته روزنيز آر دى؛ نوځكه قرآن حکیم ټول ګناهګاران رابولي، چې د ځان سمونې او د تېرو سکېندې- جبران ته، په دې وره ورننوځي. امام سجاد په ((تائبين)) مناجات كې د الله په درشل كې وايي: ((زما خدايه! ته هغه يې چې د خپلو بندګانو پر مخ دې د خپلې بښنې ور پرانستى دى او نامه دې توبه پرې ايښودې ده او تا ويلي دي: ((الله ته توبه وكاږئ، نږه توبه))؛ نو د هغوى عذر به څه وي، چې ددې ور تر پرانستل كېدو روسته، له ورننوتو يې غافل شوي دي؟!)).[2213]

((ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ =))

10_ دوه ناصالح مېرمنې؛ د نوح او لوط مېرمنې: دا آيت د رسول الله دوو مېرمنو ته اخطار وركوي، چې د آنحضرت (ص) د خوالو په راسپړلو او ازارولو كې يې برخه درلوده، چې و نه انګېري، يوازې د پېغمبر مېرمنتوب يې د سزا مانع ګرځي؛ لكه د خيانت په پار، چې د نوح او لوط علیه السلام د مېرمنو اړيكه د وحې او نبوت له كورنۍ سره پرې شوه او پر الهي عذاب اخته شوې. همداراز ټولو مؤمنانو ته يو اخطار دى، چې د ګناه كولو په بڼه كې له الهي اولياوو سره خپل تړاو له الهي عذابه مانع ونه ګڼي. د نوح او لوط علیه السلام د مېرمنو خيانت دا و، چې د خپلو مړونو له دښمنانو سره يې همكاري كوله او د خپلو كورونو خواله يې دښمن ته سپارله؛ البته دا دواړه مېرمنې كله هم په بې عفتۍ اخته شوې نه وې.[2214]

((وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =))

11_ د فرعون مېرمن؛ یوه غوره جنتي مېرمن ده: مشهوره داده، چې د فرعون د مېرمنې نامه ((آسيه)) او د پلار نامه يې ((مزاحم)) و. ويلي يې دي، چې د ګوډګرو پروړاندې یې د موسى علیه السلام معجزه وليده، د زړه تل يې د ايمان په رڼا روڼ شو او پر هماغه شېبه يې د الله پر استازي ايمان راووړ؛ خو ايمان يې پټاوه، فرعون یې له ايمانه خبر شو، څو ځل يې منع كړه؛ خو دې زغمناكې مېرمنې د فرعون غوښتنه ومنله. په پاى كې فرعون امر وكړ، چې پر لاسونو او پښو يې مېخونه ووهئ او تر ټكنده لمر لاندې يې پر سينه ستره تېږه كېدئ، چې د آسيه د ژوند روستۍ شېبې وې، دعا يې دا وه: ((پالونكيه! له ځان سره دې په جنت كې يو كور راجوړ كړه او ما له فرعون او چاره يې بچ کړه او له ظالمانو مې وژغوره)) له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((څلور غوره جنتي ښځې دي: خديجه د خويلد لور، فاطمه د محمد لور، مريم د عمران لور او آسيه د مزاحم لور او د فرعون مېرمن)).[2215]

 

سورة الملك

د ملك سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت پر درېيو چورلیځونو ولاړ دى: ١- د مبداء، د الله د ځانګړنو او د پنځون د هېښنده غونډال په اړه ويينې. ٢- د معاد او د دوزخ د عذاب په باب ويينې. ٣- په دنیوي او اخروي ډول ډول عذابونو د کافرانو او ظالمانو ګواښنه.[2216]

((الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ =))

2_ مرګ و ژوند؛ ازمېښت وزلې دي: مرګ كه د فساد او نېستۍ پر مانا وي؛ نوځكه پنځون – پنځون په شتو چارو پورې تړاو لري؛ خو پوهېږو، د مرګ حقيقت، له يوې نړۍ بلې ته لېږد دى او دا بېشكه يو شته چار دى، چې مخلوقېداى شي او كه دلته مرګ تر ژونده مخكې ياد شوى، د هغه ژور اغېز په پار دى، چې مرګ ته پاملرنه یې د انسانانو په ښو كړنو كې لري. د الله له ازمېښته مطلب هم يو ډول روزنه ده؛ په دې مانا، چې انسانان د عمل ډګر ته راباسي، چې تكړه پاك او الله ته د ورنژدېدو وړ شي. پاموړ داچې د ازمېښت موخه یې غوره كړنه ښوولې او نه د كړنې ډېروالى. دا پردې دليل دى، چې اسلام ((څرنګوالي)) ته اهميت وركوي، نه ((څومره والي ته)) مهمه دا ده، چې كړنه نږه او الله ته وي، كه څه د څومره والي له پلوه لږه وي. له پېغمبره (ص) په يو روايت كې راغلي: ((مطلب دا دى، چې كوم يو مو پوره عقلمن دى او ډېر له خدايه ډارېږي او د الله د اوامرو او نواهيو ډېر باخبره دى؛ كه څه لږې مستحبې كړنې وكړي)). ښكاره ده، پوره عقل، كړنه پاكوي، نيت سوچه كوي او بد له زياتوي[2217].

((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ. ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِأً وَهُوَ حَسِيرٌ =))

3 او 4_ هستي؛ نيمګړتيا نلري: له دې آيتونو دوه مهمې پايلې اخستلاى شو: ړومبى دا، قرآن حکیم د حق لارويانو ته په ټينګه سپارښتنه كوي، چې څومره یې له وسې كېږي، د هستۍ په اسرارو او د پنځون په هېښتیاوو كې دې ډېره څېړنه او ځيرنه وكړي؛ ځكه ډېر داسې رازونه دي، چې ځان په لومړي كتنه كې نه ښيي او تېز كاته لازم دي، چې تر څو كتو روسته یې ومومي. بل دا، انسان چې څومره په هستۍ كې ځير شي، پرله غښتیا او پېیون – انسجام او تنظيم يې ښه درك كوي او دا همغږي، د مدبر، پوه او واكمن پنځونكي پر شتون يو ستر دليل دى، چې دا ټولګه تنظيموي[2218]. دا آيت، پراخه مانا لري او د الله له هستۍ هر ډول نيمګړتيا، نا انډولي، تزلزل، كوږوالى او ناسمي نفې كوي[2219].

((فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَابِ السَّعِيرِ =))

11_ خبره اورېدونكي او ويښ اندي په دوزخ كې نشته: دا آيت د دوزخيانو د بوږنوړي برخليك د يادولو په ترڅ كې، د دوى د بدمرغۍ آريز علت ته ګوته نيولې، وايي: الله يو خوا اورېدونكي غوږونه، عقل او هوښ وركړى او بلخوا يې خپل پېغمبران په څرګندو دلايلو ورلېږلي دي. كه دواړه سره يوځاى شي، د انسان نېكمرغي خوندي كېږي؛ خو چې انسان په خپلو غوږونو نه اوري، په خپلو سترګو نه ويني او په خپل عقل غور نه كوي، كه ټول الهي پېغمبران او اسماني كتابونه ورشي، اغېز نلري. له علي (ك) په يوه روايت كې راغلي: ((جبرائيل، آدم علیه السلام ته راغى او و یې ويل: دنده راكړه شوې، چې په درېيو پېرزوينو كې دې واكمن كړم، چې كومه يوه ټاكې او دوه نورې پرېږدې. آدم وويل: څه دي؟ جبرائيل وويل: عقل، حياء او دين. آدم وويل: عقل مې وټاكه. جبرائيل، حياء او دين ته وويل: خوشې يې كړئ. و یې ويل: موږ دنده لرو، چې په هرځاى كې له عقل سره وسو او ترې جلا نشو، جبرائيل وويل: چې اوس داسې ده، خپله دنده مو پلې كړئ. بيا اسمان ته پورته شو)). دا د عقل په اړه يو لطيف تعبير او له حياء او دين سره يې تړاو دى. كه عقل له دينه جلا شي، په ډېر لږ څيز له منځه ځي يا انحراف ته راښكودل كېږي. همدا راز حياء (چې له ګناهونو د انسان مانع ده) د عقل له پايلو ځنې ده.[2220]

((هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ =))

15_ ځمكه؛ انسان ته اېل شوې ده: ((ذَلول)) د اېل پر مانا د ځمكې په هكله يو كېدونى هر اړخيز مانا کړن – تعبير دى؛ ځكه دا پر لار ګړندۍ سورلۍ، داسې ارامه په نظر رسي، ته وا په مطلق ډول ولاړه ده. ويلي يې دي: ځمكه څوارلس ډوله حركتونه لري، چې درې ډوله یې دا دي: پر خپل چورلیځ چورلېدل، د لمر پر شاوخوا حركت او په ستور ټليځ كې له لمريزې ټولګې سره حركت. دا ګړندی حركت دومره نرم او پوست دی، تر هغې دا (ځمكې حركت) چا نه باوراوه، چې پرېكنده دلايل ورته ويل شوي نه وو. بلخوا د ځمكې مخ نه دومره ځيګ دى، چې ژوند پرې كېداى نشي او نه ځمكه دومره پسته ده، چې درېدل پكې نشي؛ بلكې پوره د بشر ژوند ته اېل ده. فرض كړئ، كه د ځمكې مخ دومره نرم واى، چې هرڅه پكې ډوبيدل يا د شګو په څېر، چې انسان تر زنګنو پكې ډوبيده يا يې تېرې تېږې درلوداى، چې په لږ تګ د انسان پښې پرې ټپي كېدې؛ نو هله د ځمكې نارامي په سترګو ليدل كېده. بلخوا، له لمره يې واټن نه دومره لږ دى، چې هر څه له سختې ګرمۍ وسوځي او نه دومره ډېر دی، چې هرڅه له يخنۍ وچ شي. پر ځمكه د هوا فشار دومره دى، چې د انسان ارامي خوندي كوي. د ځمكې جاذبه نه دومره زياته ده، چې هډوكي مات كړي او نه دومره لږه ده، چې انسان مازې په حركت له ځايه والوزي. لنډه دا، ځمكه له هر پلوه انسان ته اېل ده. په زړه پورې خو دا، د ځمكې د اېلېدو تر يادولو روسته امر كوي، چې پر اوږو یې وګرځي؛ ته وا ځمكه دومره ارامه ده، چې انسان یې پر اوږو پښه ايښوولاى شي او خپل انډول ساتي.[2221]

((أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ =))

19_ مارغان هېښنده ژوي: دا آيت د پالوونكي يوې بلې نښې؛ يعنې د مارغانو هېښنده الوت ته اشاره لري. دا درانه اجسام، د جاذبې د قانون پرخلاف، له ځمكې الوزي او په اسانۍ، ساعتونه كله اوونۍ او مياشتې په اسمانونو كې ګړندي خوځي. ځينې غالباً د الوت پرمهال خپل وزرونه غوړوي او ځينې وزرونه وهي. ځينې كله وزرونه وهي او كله يې غوړوي. ځينې څه وخت وزرونه وهي او چې تېر شو؛ نو خپل وزرونه راټولوي او د هوا په سمندر كې لامبو وهي، په لنډو، عين داچې ټول الوزي، هر يو ځان ته ځانګړې كړلارې لري.[2222]

((أَفَمَن يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّن يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ =))

22_ د توحيد پر لار سم برابر: دې آيت، د يوې بېلګې په ترڅ كې د كافرانو او مؤمنانو حال او وضعيت څرګند كړى دى. دلته بې ايمانه، ځېلي ظالمان او ښاڅمن – كبرجن له هغه سره ورته شوي، چې پر كنډوكپر او تاوراتاو لارې پر مخ روان وي، نه لار سمه ويني او نه ځان كابو كولاى شي. نه له آړو – خنډونو خبر دي او نه ګړندي روان دي، لږ ځي او ستړي كېږي؛ خو مؤمنان يې پر سیده لار له تلونكيو سره ورته كړي، چې ګړندي، پياوړي او ځانخبري مخ پروړاندې روان دي. بې ايمانه وګړي داچې ځانپالي، ځان غواړي او ځېلي دي او يوازې خپلې توکیزې – مادي او ژر تېرې ګټې ويني او هم داچې تلونكې لار يې ځانپالنه ده، هغوى ته ورته دي، چې مخ پر كانكرو روان وي؛ خو هغوى چې د ايمان په رڼا كې له ځاني غوښتنو ازاد شوي وي، ژورليد، روڼ او صاف بهير لري.[2223] په ځينو رواياتو كې، هغوى د لومړۍ ډلې مصداق ښوول شوي، چې د امير المؤمنين علي (ك) له ولايته يې نمښته كړې ده.[2224]

((قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ =))

30_ څوك روانې اوبه دركوي: پوهېږو، چې ځمكه له دوو پوړونو جوړه ده: د ځمكې هغه برخه، چې اوبه پكې ننوځي (نفوذپذير) او هغه برخه يې، چې اوبه پكې ساتل كېږي او ترې وتاى نشي (نفوذناپذيره) ټولې چينې، څاه ګانې او كاريزونه د همدې ځانګړي جوړښت له بركته رامنځته شوي دي. كه د ځمكې د مخ، تر ډېرو ژورو اوبه ننوتاى؛ نو اوبه دومره پكې ننوتې، چې چا لاس ته راوړاى نشوې او كه ټول داسې واى، چې اوبه پكې ننوتاى نشوې؛ نو اوبه د ځمكې پر مخ ډنډېدې او پر جبو اوړېد يا په سمندرونو كې ورغورځېدې او په دې توګه د ځمکلاندې اوبو ټولې زېرمې له لاسه وتې. دا پر ګردو ژویو د لوراند الله د لورنې يوه کوشنۍ بېلګه ده، چې د انسان مرګ او ژوند ورپورې غوټه شوى دى. د اهل بيتو له امامانو په رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي او د نړيوال عدل په راښكاره كېدو تفسير شوى دى. ددې په تفسير كې له امام باقر څخه په يو روايت كې لولو: ((دا آيت د هغه امام په باب رانازل شوى، چى [الهي عدل ته] ته راپاڅي. (حضرت مهدي))) وايي: كه امام مو پټ شي، نه پوهېږئ چېرې دى؟ څوك امام درلېږي، چې د اسمان او ځمكې خبرونه او د الله حلال او حرام در شرح كړي)) بيا يې وويل: ((پر الله قسم، ددې آيت تاويل رارسېدلى نه دى او په پاى كې به راشي)). په دې باب ډېر روايات دي او بايد پام مو وي، چې ټول يې له مصداقونو ځنې دي. په بله وينا، د آيت ظاهر په روانو اوبو پورې اړوند دى، چې د ژونديو ژویو د ژوند لامل دى او د آيت باطن په امام، علم او نړيوال عدالت پورې اړوند دى، چې دا هم د انساني ټولنې د ژوند لامل دى.[2225]

سورة القلم

د قلم سورت ټوليزه منځپانګه: الله تعالی په دې سورت کې د مشرکانو د سپکاوي پروړاندې، چې رسول الله(ص) ته يې لېونى وايه، ډاډېنه ورکوي او زېرى پرې کوي، چې نوموړی د غوره خويونو او ښې پايلې درلودونکى دى او په سخته يې له مشرکانوسره له جوړجاړي منع کوي او امر ورته کوي، چې د خپل رسالت پر سختيو زغم وکړي او د الله تعالی فرمان ته سترګې پر لار وي.[2226]

((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ =))

4_ رسول اكرم (ص) د ستر خوى څښتن: د رسول الله د رسالت په بريا كې ګڼ شمېر لاملونه اوڅارولاى شو، چې يو خورا مهم یې د رسول الله (ص) اخلاقي جاذبه ده. انساني لوړې ځانګړنې او اخلاقي مكارم دومره پكې راټول وو، چې سرسخته دښمنان یې تر اغېز لاندې نيول او غاړه يې ورته ايښووله او دوستان يې سخت راښكل؛ بلكې اغراق به مو كړى نه وي، چې دې چلن ته د رسول الله (ص) اخلاقي معجزه ووايو. د رسول الله (ص) د ښو خويونو، تېرېدنې، لورنې، مهربانۍ، سرښندنې او تقوى په باب ډېر داستانونه روايت شوي. له امام حسين نه په يو روايت كې راغلي، چې پلار مې علي (ك) د رسول الله د ژوند د ځانګړنو په اړه وپوښت، چې اوږد ځواب راكړ. په يوه برخه كې يې راغلي: دا رسول الله تل له خپلو ملګرو سره، خندنى او نرم چلېده، كله هم توند، سخت زړى، غوسناك، بدژبى؛ خو لټوونكى او غوړه مال نه و. هېڅوك ترې نهيلېده نه او چې څوك به كور ته ورغى، نهيلى نه راګرځېده. ځان يې له درېيو [ناخوښو] څيزونو ازاد كړى و: په خبرو كې شخړه، ډېرې خبرې او په هغه چار كې لاس نه وهنه، چې ورپورې اړوند نه وه. له خلكو سره يې درې چارې نه كولې: څوك يې پړ او نه ټپسوراوه، د خلكو ښویېدنې او پټې نيمګړتياوې يې نه راسپړلې، خبرې يې يوازې د هغو چارو په هكله وې، چې د الهي ثواب هيلمني پكې وه. . . كه يو مسافر يا ناپوه به غوسه خبرې كولې او په زور به يې څه ویل؛ نو خپلو يارانو ته يې ويل: ((د اړمن اړتيا ورپوره كړئ)) خبره يې پوره اورېده او په نيمايي كې يې نه پرې كوله[2227]))

((إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ . وَلَا يَسْتَثْنُونَ . فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ . فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ . فَتَنَادَوا مُصْبِحِينَ . أَنِ اغْدُوا عَلَى حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَارِمِينَ فَانطَلَقُوا وَهُمْ يَتَخَافَتُونَ . أَن لَّا يَدْخُلَنَّهَا الْيَوْمَ عَلَيْكُم مِّسْكِينٌ . وَغَدَوْا عَلَى حَرْدٍ قَادِرِينَ . فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ . بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ . قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ . قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ . فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَلَاوَمُونَ . قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا طَاغِينَ . عَسَى رَبُّنَا أَن يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِّنْهَا إِنَّا إِلَى رَبِّنَا رَاغِبُونَ . كَذَلِكَ الْعَذَابُ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ =))

17 تر 33_ هر څه زما؛ د شتمنو ستره بلا: انسان دومرو د دنيا له مال سره مينه لري؛ ځكه د ژوند ګوزاره يې پرې كېږي، چې دا مينه په منځلارې كچه د رټلو نه ده. مهمه داده، چې اړمن هم په خپلو مالونو كې برخوال كړي او نه يوازې الهي فرض حقوق وركړي، چې له مستحبو انفاقونو هم ډډه ونكړي؛ په تېره د بڼ او كرنې په باب په اسلامي رواياتو كې امر شوى، چې حاضرو اړمنو ته څه برخه وركړئ[2228]؛خو كه له شتمنۍ سره مينه افراطي او انحرافي بڼه ونيسي؛ نو د انحصار طلبۍ بڼه خپلوي. ان كله يو بنيادم بې له دې، چې پخپله يو څيز ته اړتيا ولري، ښه يې ايسي نور ترې هم بې برخې وي. په بله وينا، د نعمتونو له انحصاره خوند اخلي او دا يو ستر كړاو دى، چې نن هم په انساني ټولنو كې ډېرې بېلګې لري او يو ډول خطرناك رنځ يې ګڼلاى شو. په دې آيتونو كې، چې د ((اصحاب الجنة)) (بڼوالو) كيسه راغلې، د يو شمېر شتمنو انحصار طلبه روحيه يې انځور كړې، چې يو لاس شوي او د اړمنو بې برخې كولو ته نخچه كاږي او له هغوى په پټه د یېبرو- حاصلاتو په واڼلو او غټو ګټو اخستو لګيا كېږي. ډېر ځل خو ددې بېوزليو چغې پر تندرونو اوړي او د انحصار طلبو شتمنو د ژوند درمند سېځي او ډېر ليدل كېږي، چې دا تندرونه د انقلابونو په بڼه راښكاره كېږي او شتمن هغه څه په سترګو ويني، چې خيال یې نه كاوه؛ نو چغې يې اسمان ته خېژي او توبه كاږي او د تېرو ګناهونو د سکیندې – جبران خبرې كوي؛ خو اوبه له ورخه تېرې دي. بل ټكى، چې له دې كيسې ښه ګټنه كېږي، داچې د ګناه او د روزۍ د پرې کېدو ترمنځ نژدې اړيكه شته. له امام باقر نه په يو روايت كې لولو: ((كله انسان ګناه كوي، په پايله كې يې روزي پرې كېږي)) بيا امام د همدې سورت 17 تر 19 آيتونو پورې ولوستل[2229]. په يو روايت كې لولو، چې ابن عباس (رض) ته وويل شو: ددې امت يو ډله ناسمه انګېري، چې انسان ګناه كوي او همدا لاملېږي، چې له رزق او روزۍ بې برخې كېږي. ابن عباس وويل: ((پر هغه الله قسم، چې بل معبود ترې نشته، دا مطلب په قرآن حکیم كې تر ځلاند لمره؛ خورا ځلاند دى او الله تعالی په قلم سورت كې ياد كړى دى)) بيا يې د بڼوالو كيسه تشريح كړه.[2230]

((يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ =))

42_ هغه ورځ، چې سجدې ته بلل كېږي؛ خو کړای یې نشي: د يو شمېر مفسرانو په وينا د ((يُكْشَفُ عَن سَاقٍ))[چې پنډۍ (له هيبته) لوڅېږي] غونډله – جمله د سختۍ، بوږند – وحشت او د كار له کړکېچنتیا يو كنايه ده؛ ځكه عرب روږدي وو، چې دستونزو پرمهال به يې لمن په بډه وهله او پنډۍ به يې لوڅولې. بيا وايي: پر هغه ورځ، چې ټول د پالوونكي پروړاندې سجدې او خضوع ته بلل كېږي، مؤمنان سجده كوي؛ خو ګناهګاران د سجدې وس نلري؛ ځكه په دنيا كې يې، چې په وجود كې ناوړه روحيات ځغلېدلی و، پر هغه ورځ راښكاره كېږي او مانع كېږي، چې د پاك الله تعالی پروړاندې ملا ټيټه كړي. دلته دا پوښتنه كېږي، كه د قيامت ورځ، د مكلفيت ورځ نه ده؛ نو سجدې ته بلل د څه لپاره دي؟ ځواب يې له امام رضا رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((په قيامت كې له الهي رڼا يو پرده لرې كېږي او مؤمنان يې د برمیالۍ – عظمت په پار سجده كوي؛ خو د منافقانو ملا دومره وچېږي، چې د سجدې وس نلري)) په بله وينا، پر هغه ورځ د الله تعالی برمیالي راښكارېږي. دا برمیالي مؤمنان سجدې ته رابولي او دوى سجده كوي؛ خو كافران له دې نېكمرغۍ بې برخې دي.

((وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ =))

۵۱_ایا د سترګو وهل واقعيت لري؟: ډېرى ګروهن دي، چې په ځينو سترګو كې ځانګړې اغېزې دي، چې يو څيز ته په هېښتيا وويني؛ نو شونې ده، له منځه یې يوسي يا يې مات كړي او انسان رنځور يا لېونى كړي. دا باور له عقلي پلوه محال نه دى. نن ډېرى پوهان ګروهن دي، چې په ځينو سترګو كې ځانګړی مقناطيسي ځواک شته، چې ډېر توان لري او ان په تمرين يې روزلاى شو. مقناطيسي خوب، د سترګو له همدې مقناطيسي ځواکه رامنځته كېږي. په دنيا كې نامريي د ليزر وړناګه داسې كار كړاى شي، چې د هېڅ تخريبي وسلې له لاسه پوره نده. په ځينو سترګو كې د داسې ځواک منل، چې په ځانګړو څپو پر مقابل لوري اغېز كوي، څه هېښنده چار نه دى. ډېرو روايت كړى، چې په خپلو سترګو یې داسې وګړي ليدلي، چې سترګې یې دغسې مرموز ځواک لري او وګړي يا ژوي يا څيزونه یې په سترګو وهلو له كاره غورځولي دي؛ نو نه يوازې بايد ددې چارو په انکار كې ټينګار ونكړو؛ بلكې د عقل او علم له پلوه يې هم د شتون شونتيا ومنو. په اسلامي رواياتو كې هم ډول ډول تعبيرونه ليدل كېږي، چې د دغسې يو چار شتون تاييدوي. په يو حديث كې لولو، چې اسما بنت عميس رضى الله عنهما، رسول اكرم (ص) ته وويل، چې كله د جعفر (رض) زامن (مېړه يې) سترګې وهي ايا څه رقيه ورته وكښو؟ (له رقيه مطلب، هغه دعا ده، چې ليكي یې او خلك يې د سترګو وهلو د مخنيوي لپاره له ځان سره ساتي او تعويذ هم ورته وايي) رسول الله (ص) وويل: هو! توپير نلري، كه څه پر قضا او قدر وړاندې كېداى شو؛ نو سترګې وهل وو. له علي (ك) په يو روايت كې راغلي، چې رسول الله امام حسن او امام حسين ته يو تعویذ وكښه او دا دعا يې وويله: ((عيذُ كُما بِكَلِماتِ اللَّهِ التآمَّةِ وَاَسْمآئِهِ الْحُسْنى كُلِّها عآمَّةً مِنْ شَرِّ السّآمَّةِ وَالْهامَّةِ وَ مِنْ شَرِّ كُلِّ عَيْنٍ لامَّةٍ وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ اِذا حَسَدَ))؛ يعنې تاسې؛ له مرګه، د موزي څارويو، د هرو بديو سترګو له شره او د هغه كينه كښ له شره، چې كينه كوي، په ټولو كلماتو او د الله په اسماء الحسنى سپارم. بيا رسول الله راته وويل: ((حضرت ابراهيم علیه السلام دغسې اسماعيل او اسحاق علیه السلام ته تعويذ وكړ)) له علي (ك) روايت شوي: ((سترګې وهل حق دي او لرې كولو ته يې د دعا كول هم حق دي)). ددې ټكي يادونه لازمي ده، چې هېڅ توپير نلري، چې دا دعاوې او د الله تعالی په حكم توسل د سترګو د مرموز مقناطيسي ځواک د اغېز مخه ونيسي؛ لكه چې دعا پر ډېرو مخربو عواملو اغېز شيندي او د الله تعالی په حكم يې خنثى كوي. دا هم يادونې وړ ده، چې د سترګو وهلو د اغېز منل په دې مانا نه ده، چې په دې باب په خرافي چارو او عاميانه كړنو لاس پورې كړو، چې هم د شرع پرخلاف يو چار دى او هم ناپوهان په اصل موضوع كې شكمنېږي؛ لكه چې له کږنو او انګېرنو – خرافاتو سره د ډېری حقايقو ګډوډۍ، په اذهانو كې دا نا مطلوب اغېز ايښى دى.[2231]

سورة الحاقه

د حاقه سورت ټوليزه منځپانګه: د حاقه سورت منځپانګه پر درېيو ويينو چورلي: ١- په قيامت پورې اړوند موضوعات او ډېرې ځانګړنې يې. ٢- د مخکېنيو کافرو اقوامو په تېره د عاد، ثمود او فرعون د برخليک په اړه ويينې، چې ټولو کافرانو او د قيامت منکرانو ته پکې ټينګې ګواښنې راغلي دي. ٣- د قرآن حکیم د ستریا، د رسول الله(ص) د مقام او د دروغ ګڼونکيو د سزا په اړه ويينې شوي دي.[2232]

((إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاء حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ =))

11_ چې اوبه توپاني شوې؛ نو په بېړۍ كې مو سواره كړئ: دا آيت د نوح علیه السلام د قوم برخليك ته لنډه اشاره كوي. د اوبو توپاني كېدل داسې وو، چې اسمان تكو تيارو وريځو راونغاړه او داسې اورښت پيل شو، چې ته وا له اسمانه نيز راروان دى. چينې هم له ځمكې راوخوټېدې او دا دواړه اوبه سره يوځاى شوې او ټول يې ډوب كړل او يوازې هغوى وژغورل شول، چې په نوح علیه السلام یې ايمان راوړى واو په بېړۍ كې ورسره سواره شوي ول. د ((حَمَلْنَاكُمْ)) مانا کړن – تعبير زموږ له اسلافو او نيكونو كنايه ده؛ ځكه كه هغوى ژغورل شوي نه واى، نن به موږ نه وو.[2233]

((لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ =))

12_ اورېدونكي غوږونه: كله انسان يوه خبره اوري او سملاسي يې له غوږه اوباسي؛ لكه چې عام خلك وايي: په يو غوږ يې واورېدل او په بل يې وباسل. كله يې په اړه غور كوي او په زړه كې ځاى وركوي او د خپل ژوند د لارې مشال يې ګرځوي. په رواياتو كې لولو، چې دا آيت رانازل شو، د اسلام رسول الله وويل: ((له پالوونكي مې وغوښتل، چې دا (اورېدونكي غوږونه) د علي غوږونه كړي)). تردې روسته، علي (ك) ويل: ((تردې روسته مې د رسول الله خبره نه هېروله او همېش مې ياده وه)) دا حضرت علي (ك) ته يو ستر فضيلت و، چې د پېغمبر د خوالو صندوقچه او د ټولو علومو پاتوړی – وارث يې و او په همدې دليل، تر رسول الله روسته، اسلامي ټولنو ته او په علمي مسایلو کې چې څه ستونزې پېدا کېدې؛ نو همغاړو – موافقانو او ناباندو – مخالفانو دواړو علي (ك) ته رجوع كوله او ستونزاواری يې غوښت، چې ځينې یې په تواريخو كې راغلي دي.[2234]

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ =))

17_ عرش او اته لېږدونکي يې: په دې آيت كې په ډاګه ټاكل شوي نه دي، چې د عرش وړونكي پرښتې دي که بې له دوى؛ خو د آيت ظاهري تعبيرونه ښيي، پرښتې دي؛ البته بيا هم ټاكل شوي نه دي، چې اته پرښتې دي که اته د پرښتو کوشنۍ يا سترې ډلې دي. په رواياتو كې راغلي، چې همدا اوس د عرش وړونكي څلور تنه (يا څلور ډلې) دي؛ خو په قيامت كې دوه ګرایه كېږي. له رسول الله(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((نن هغوى څلور تنه دي او د قيامت پر ورځ يې په نورو څلورو تنو غښتلي كوي او اته تنه كېږي)) په رښتيا ((عرش)) څه دى؟ او دا پرښتې څوك دي؟ بلكې د ګردې هستۍ پر مانا ده؛ عرش، د الله واكمني ده او په پرښتو (چې د الله د حكم عملي كوونكي دي) تدبيرېږي. دا احتمال هم شته، چې د الله د عرش وړونكي، تر پرښتو اوچت او غوره وګړي وي؛ لكه په رواياتو كې راغلي، چې په قيامت كې د الله د عرش وړوونكي، څلور تنه له ړومبنيو او څلور تنه له روستنيو دي. ړومبي څلور تنه؛ نوح، ابراهيم، موسى او عيسى عليه السلام دي او څلور روستي تنه؛ محمد (ص)، علي، حسن او حسين دي. بېشكه موږ ددې تيارې او محدودې نړۍ مېشتو ته په قيامت پورې د اړوندو پېښو دقيق معلومات نشته، د عرش د وړونكيو خو لا څه چې څه وايو يوه شبح ده، چې له لرې یې د الهي آيتونو په رڼا كې وينو؛ كه نه بايد ورشو او حقيقت يې ووينو.[2235]

((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ . لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ . ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ . فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ =))

44 تر 47_ په الله پورې دروغ تړل څه مهلت نه پرېږدي: دلته دا پوښتنه راولاړېږي، كه هر چا پر الله دروغ تړل، الله سملاسي سزا وركوله؛ نو بايد د نبوت دروغجن مدعيان چټك له منځه تللي واى؛ حال دا داسې نده او ډېرى يې په كلونو كلونو ژوندي پاتې شول او ان باطل دين يې ترې روسته هم پاتې شو. ددې پوښتنې ځواب دا دى، چې قرآن حکیم نه وايي، هر مدعي؛ بلكې وايي كه د اسلام رسول الله دغسې يو چار وكړي؛ يعنې هغه پېغمبر، چې الله معجزه وركړې او د هغه د حقانيت دلايل يې تاييد كړي، كه د حق له لارې واوړي، يوه شېبه مهلت به ورنكړاى شي؛ ځكه د خلكو د بېلارۍ لامل به وي؛ خو چې څوك باطله ادعا كوي او خپل حقانيت ته معجزه او څرګند دليل نلري، هېڅ لازم نه دي، چې الله یې سملاسي هلاك كړي؛ ځكه حقپالو ته یې د خبرو بطلان څرګند دى.[2236]

 

 

سورة المعارج

د معارج سورت ټوليزه منځپانګه: د معارج سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت د قيامت ورځ په دردناکو عذابونو ياده کړې، چې کافرانو ته به چمتو وي.[2237]

((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ. لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ =))

1 او 2_ سملاسي د علي کرم الله وجهه د ولايت منکر ته عذاب: له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى، ((د خم غدير پر ورځ، چې رسول الله (ص) علي (ك) پر خلات منصوب كړ او په اړه يې وويل: ((د چاچې مولا يم؛ نو علي یې هم مولا دى))، بيا دا خبر په ښارونو كې خور شو. يوه ورځ ((نعمان بن حارث فهري)) رسول الله (ص) ته راغى او و یې ويل: راته دې پردې د شهادت امر وكړ، چې الله يو دى او ته يې استازى يې، موږ دا چار وكړ. بيا دې راته د جهاد، حج، روژې، لمونځ او زكات سپارښتنه وكړه، دا مو هم ومنل؛ خو په دې راضي نشوې تردې، چې دا ځوان (حضرت علي) دې خپل ځايناستى كړ او و دې ويل؛ د چاچې مولا يم، علي يې هم مولاى دى: نو دا خبره ستا ده يا د الله له لوري ده؟! رسول الله (ص) وويل: پر هغه الله قسم، چې بې له هغه بل معبود نشته، دا د الله له لوري ده. نعمان مخ واړوه او و یې ويل: خدايه، كه دا ستا له لوري حق خبره وي، له اسمانه يوه ډبره را و وروه؛ نو له اسمانه يوه ډبره پرې راولوېده، و یې واژه او دا آيتونه رانازل شول[2238])).

((تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ =))

4_ د پنځوس زرو كالو هومره ورځ: د پنځوس زرو كالو مانا کړن – تعبير په دې پار دى، چې د قيامت ورځ د دنيوي كالونو په كچه هومره ده؛ البته دا د ګناهګارانو، ظالمانو او كافرانو په هكله ده. له دې لامله پر يو حديث كې لولو، چې رسول الله ته وويل شو: دا ورځ څومره اوږده ده؟ و یې ويل: ((پر هغه قسم، چې د محمد ساه يې په لاس كې ده، هغه ورځ مؤمن ته سپكه او اسانه ده؛ په دنيا كې د يوه فرض لمانځه تر كولو اسانه ده)) بايد پام مو وي، چې دا آيت د سجدې سورت له پينځم آيت سره (چې د قيامت ورځ يې زركاله ګڼلې) ټكر نلري؛ ځكه هغه آيت د قيامت له پنځوس تمځايونو يوه ته يې اشاره ده او دا آيت د قيامت ټولې ورځې ته[2239]؛ نوځكه چاچې څه ډول په دنيا كې عمل كړى، د قيامت په تمځايونو كې به ځنډ شي او په پايله كې هغه چې په نړۍ كې يې په پرانستې غېږ الهي او امر منل او ستړيا يې نه ننګېرله، د قيامت له تمځايونو به په خوشحالۍ تېر شي او هغه چې الهي او امر يې پر ځان پېټى ګڼل او احياناً له پلي كولو يې سرغړونه كوله، د قيامت له تمځايونو به سخت تېر شي او تېرېدل به ورته خورا اوږده وي.[2240]

((إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا =))

19_ انسان؛ حريص او بېوسې: الله په انسان كې ځواكونه، غريزې او ځانګړنې پنځولي، چې په توانیز ډول – بالقوه د بشپړتيا، پرمختګ او نېكمرغۍ وزلې ګڼل كېږي او پخپل ذات كې بدې نه دي؛ خو كه همدا ځانګړنې په انحرافي بهير كې شي او ناوړګټنه ترې وشي، د بدمرغۍ، شر او فساد لامل به شي. د بېلګې په توګه، حرص يو ځواک دى، چې انسان ته اجازه نه وركوي، چې ژر له هڅو لاس واخلي او د نعمت په لاس ته راوړو موړ شي. كه دا ځانګړنه د پوهې او روحي كمالونو په بهير كې په كار ولوېږي، بېشكه يې د پرمختګ لاملېږي؛ خو كه د شتمنۍ، شهوت او شهرت په بهير كې وكارېږي، د شر او بدمرغۍ يې لاملېږي.[2241]

((الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ =))

23_ لمانځه ته پاملرنه؛ د ځان سازو انسانانو اوچته ځانګړنه: لمونځ، د ځان سازو انسانانو ړومبۍ ځانګړنه ده، چې له الله سره پرې اړيكه ساتي او ددې مانع ګرځي، چې په خپل غفلت، ښاڅمنۍ – غرور او شهواتو كې ډوب او د شيطان او ځاني غوښتنو په منګولو كې راګېر شي. ښكاره ده، چې پر لمانځه له مراومته منظور دا نه دی، چې تل د لمانځه پر حال وي؛ بلكې پر ټاكلي وختونو يې كوي. له آره هر ښه چار هله پر انسان رغنده اغېز غورځوي، چې تداوم ولري. رسول الله(ص) په يوه حديث كې وايي: ((مطلب دا دى، كه انسان پر ځان څه نوافل لازموي؛ نو تل دې دوام وركړي)) له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((دا آيت، نفلو ته اشاره ده او ۲۹ آيت فرض لمونځونو ته شاره ده.[2242])) په هر حال، الله د ځان سازو انسانانو ځانګړنې، لمانځه ته يې په پاملرنې پيلوي او د همدې ځانګړنې په يادولو يې پاى ته رسوي او ښيي، په دې ځانګړنو كې، لمانځه ته پاملرنه؛ خورا مهمه ده[2243].

((وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ =))

29_ پاكلمني: قرآن حکیم، پاكلمنۍ ته لوړ اهميت وركړى او په اسلامي رواياتو كې هم په ډېرو هېښنده تعبيرونو اوڅار شوى دى. په دې باب امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((الله د ګېډې او لمن تر عفته په لوړ كوم څيز نمانځل شوى نه دى)) او دليل يې دا دى، چې تردې سخت كوم چار نشته، چې ګېډه له حرامو خوړو او لمن له ګناهونو وساتل شي. په بل روايت كې لولو، يو تن امام باقر رحمة الله علیه ته وويل: زه د (مستحبي) چارو په كولو كې كمزورى يم او لږې (مستحبي) روژې نيسم؛ خو هڅه كوم، چې يوازې حلال وخورم او يوازې حلال كوروالى وكړم. امام وویل: ((كوم يو جهاد د ګېډې او لمن تر عفته اوچت دى؟)) له رسول الله (ص) نه په يو روايت كې لولو: امت مې ډېر د ګېډې او لمن په بې عفتۍ دوزخي كېږي. همداراز روايت شوى، چې حضرت نبي (ص) هغه ته جنت تضمين كړى، چې خپله ژبه او لمن له حرامو وساتي، له امام صادق رحمة الله علیه په يو روايت كې لولو: ((. . . د خلكو د ښځو په اړه عفت ولرئ، چې ښځې مو هم عفت ولري)) همداراز له رواياتو ګټنه كېږي، چې انسان بايد د ناپاكلمنۍ له سريزو هم ډډه وكړي؛ لكه حرام ليدل، نامحرمو ته لاس وركول او. . . .[2244]

((فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ =))

40_ د ختيځونو او لوېديځونو پالونكى: د قرآن حکیم مجيد په آيتونو كې كله مشرق (ختيځ) او مغرب (لويديځ) په مفرد بڼه[2245]، كله په تثنيه (دوه ختيځه او دوه لويديځه)[2246] او كله (لكه همدا آيت) د جمع په بڼه (ختيځونه او لويديځو نه) راغلي. څرګندنه داچې لمر هره ورځ له نوي ځايه راخېژي او په نوي ځاى كې پرېوځي؛ نوځكه د كال د ورځو په شمېر، ختيځ او لويديځ لرو. بلخوا، په دې ټولو ختيځ او لويديځ كې، دوه ختيځه او دوه لويديځه ممتاز او ځانګړي دي، چې يو د اوړي په پيل كې (؛ يعنې په شمالي مدار كې د لمر ښه راپورته كېدل) او بل د ژمي په پيل كې؛ يعنې په جنوبي مدار كې د لمر ښه راكېوتل (چې يوه ته د راس السرطان مدار او بل ته راس جدى وايي) او داچې دا دواړه پوره مشخص او ټاكل شوي دي، ځانګړې ډډه پرې وهل شوې ده. پردې سربېره، دوه ختيځه او دوه لويديځه هم مشخص دي، چې منځلاري ختيځ او لويديځ هم نو مېږي (د پسرلي په لومړيو او د مني په لومړيو كې، چې په ګرده نړۍ كې شپه او ورځ سره برابره وي) چې ځينو په ((رحمٌن_17)) كې ((رب المشرقين و رب المغربين)) اشاره ورته بولي؛ خو چې هلته په مفرد بڼه ياد شوى، مطلب په ټوليز ډول پخپله ختيځ او لويديځ دى.[2247]

((يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ =))

43_ ته وا خپلو بوتانو ته ورځغلي: آيت، په قيامت كې د مشركانو وضع انځوروي، چې كله د الهي عدل نياوتون ته ورځغلي؛ نو دا ځغاسته يې د خوشحالۍ يا وير پر ورځ خپلو بوتانو ته له ورځغاستې سره ورته كړې ده؛ خو داچېرې او هغه چېرې؟! دا په حقيقت كې پر هغوى ملنډې وهل دي، چې په نړۍ كې یې پوچې ګروهې درلودې.[2248]

سورة نوح

د نوح سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د حضرت نوح علیه السلام د رسالت، د قوم ځېل یې او د حضرت نوح بلنې ته د شا کوونې، ورته د نوح علیه السلام ښېرا، د کافرانو پوپنا کېدل، د مؤمنانو د بښنې او ژغورنې په اړه ويينې لري[2249].

((قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا . فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا . وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا. ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا . ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا =))

5 تر 9_ تبليغ دود: په دې آيتونو كې، چې د نوح علیه السلام د بلنې په اړه راغلي، پردې سربېره چې رسول الله او په مكه كې ډېرو لږو مؤمنانو ته تسلي او ډاډ وركوي، د الله د لارې ټولو مبلغانو ته يوه ټولیزه كړلار هم ده. د آيتونو له لحنه ګټنه كېږي، چې نوح علیه السلام كله د خلكو كورونو ته ورتله يا يې په كوڅو او بازار كې ځانته خبرې ورسره كولې او په زغم او مينه يې تبليغ ورته كاوه او كله به د خوشحاليو او ويرغونډو ته ورتله او د الله حكم به يې په ډاګه ورلوسته؛ خو همېش له نامطلوبو غبرګونونو، سپكاوۍ او وهلو ډبولو سره مخېده؛ خو بيا يې هم له خپل تبليغ لاس نه اخسته. دا هېښنده زغم او زړه سوى او بېسارى څوار – استقامت يې حق دين ته د بلنې په لار كې يوه پانګه وه. ډېره هېښنده خو دا، په نهه سوه او پنځوس كلنې بلنې كې يې، يوازې د اتيا تنو په شاوخوا كې پرې ايمان راووړ. هو! هغه د خلكو ښه مشر او لارښودېداى شي، چې له دې چار سره ډېر مينه ولري او پر خلكو زړه سواند وي؛ بلكې پر خلكو ميين او عاشق وي. که له اولاد سره د مورو پلار مينه نه واى؛ نو د روزنې او پالنې ستونزې یې زغملاى نشوې او كه پېغمبران د خلكو د ښيون څوبمن او مينوال نه واى؛ نو ددې چار پېټى يې منلاى نشو او ددې لارې ډول ډول خطرونو ته يې غاړه نه ايښووله. [2250]

((فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا . يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا . وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا =))

10 تر 12_ د بښنې غوښتو او ابادۍ ترمنځ اړيكه: له دې او نورو آيتونو ښه پوهېدل كېږي، چې د بښنې غوښتو او د نعمت د پرېمانۍ، ابادۍ او د كړاوونو د منځه تلو ترمنځ ځانګړې اړيكه شته؛ همداراز د ظلم، فساد او د نعمتونو د منځه تلو او د كړاوونو د راولاړېدو ترمنځ هم نېغ اړيكه شته؛ البته دا يوازې يوه مانيزه اړيكه نه؛ بلكې په باب يې توکیزه اړيكه هم شته. كفر او بې ايماني، د پازوالۍ – مسووليت نه احساسولو، قانون ماتونې او اخلاقي ارزښتونو د هېرولو سرچينه ده او دا چارې لاملېږي، چې د ټولنو يووالى له منځه ولاړ شي، د خپلمنځي ډاډ ستنې مخ پر لړزېدو شي، انساني او وټیز ځواكونه تو یې او ټوليز انډول له منځه ولاړ شي. پر كومه ټولنه، چې دا چار لاسبرى شي، په بېړه د ځوړ لار خپلوي او كه وينو، چې ځينې ټولنې د ايمان او تقوا له نه درلودو سره سره له توکیز نسبي پرمختګه برخمن دي؛ نو بايد وګڼو، چې په نسبي ډول يې ځينې اخلاقي آرونو ته پاملرنه كړې ده. په رواياتو كې پردې مانا هم ټينګار شوى دى. علي کرم الله وجهه ويلي: ((زياته بښنه وغواړه، چې ځان ته روزي راجلب کړې)).[2251]

((وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا =))

23_ د وَدّ، سُواع، يغوث، يَعوق او نَسر بوتان: له قراينو ګټنه كېږي، چې دې پينځو بوتانو ځانګړى امتياز درلود او ددې بېلاري قوم د ځانګړې پاملرنې وړ وه؛ نوځكه يې څوګیرو- فرصت طلبو مشرانو هم پر نمانځنې ټينګار كاوه. داچې دا بوتان له كومه پيدا شوي، ډول ډول روايتونه شته. ځينو ويلي، دا د پينځو صالحو نارينه وو نامې دي، چې تر نوح علیه السلام وړاندې وسېدل او چې مړه شول، د شيطان په لمسونه يې، انځورونه او مجسمې د يادګار لپاره جوړې كړې او په درنښت يې ورته كتل او سوكه سوكه يې دې چار د بوتپالنې بڼه ونيوه. ځينو ويلي، دا د آدم علیه السلام د پينځو اولادونو نامې دي، چې به هر يو ومړ؛ نو پر ياد به يې يو انځور جوړاوه؛ خو څه وخت روسته دا چار هېر شو او د نوح علیه السلام په پېر كې يې لمانځنه ډېره شوه. ځينې ګروهن دي، دا د هغو بوتانو نامې دي، چې خپله د نوح علیه السلام په پېر كې جوړ شول او لامل يې دا وه، چې نوح علیه السلام خلك د آدم علیه السلام د قبر له طوافه منع كول او يوې ډلې د ابليس په لمسونه، پرځای يې، مجسمې جوړې كړې او پر نمانځنه يې بوخت شول. سملاسي دا پينځګوني بوتان جاهلي عربو ته ولېږدول شو او هر ټبر له خپلو نورو بوتانو سره، له دوى يو يو بوت ځان ته وټاكه او لمانحل يې.[2252]

((وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا. إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا =))

26 او 27_ د نوح علیه السلام روستۍ ښېرا: تر ډېرو هڅو روسته د نوح علیه السلام د قوم ډېرو لږو پرې ايمان راووړ؛ نو ترې نهيلى شو او له خدايه يې وغوښتل، چې د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګن هم مه پرېږده، دا ښيي، د انبياوو علیه السلام ښېرا، له دې د نوح علیه السلام ، د غوسې او كسات لپاره نه؛ بلكې د منطقي حساب له مخې وه. نوح علیه السلام خو څه كم حوصله نه و، چې په ډېر کوشني څيز راوپارېږي او ښېرا وكړي؛ بلكې د قرآن حکیم په وينا، د نهه سوه او پينځوس كالو بلنې، زغم، زړه خوړو او نهيلۍ روسته يې خوله په ښېرا راوسپړله. ددې آيتونو له ټوله ګټنه كېږي، چې الهي عذابونه د حكمت له مخې دي.[2253]

سورة الجن

د جن سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د پېري په نامه په سترګو نه ليدونکيو ژویو په اړه خبرې کوي. ددې سورت آيتونو ته چې کوم شأن نزول روايت شوى، د احقاف سورت له (٢٩) تر(٣٢) آيتونو له شأن نزول سره پوره همغږى دى او راښيي، دواړه په يوې پېښې پورې اړوند دي.[2254]

((قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا =))

1_ د پېري پنځون: جن (پېرى) لكه چې له لغوي مفهومه يې معلو مېږي، يو موجود دى، چې نه ښكاري او په قرآن حکیم كې ډېرې ځانګړنې ورته يادې شوې دي: 1_ د اور له لمبې پيدا شوى دى[2255]. 2_ پوهه او ادراك لري، حق له باطلو بېلولاى شي او د منطق او استدلال ځواک لري[2256]. 3_ مكلفيت او مسووليت لري(د جن او رحمن سورتونو آيتونه). 4_ يو شمېر يې صالح مؤمنان او يو شمېر يې كافران دي[2257]. 5_ حشر، نشر او معاد لري[2258]. 6_ اسمانونو ته يې د ورننوتو غوږ ايښوولو او خبر اخستو وس درلود او د حضرت محمد (ص) تر بعثت روسته له دې چاره منع شول[2259]. 7_ له ځينو انسانانو سره يې اړيكه نيوه او له ځينو پټو خوالو، چې خبر ول، انسانان يې پرې بېلارول[2260]. 8_ ځينې يې له سرباندي ځواكه برخمن دي؛ لكه چې په انسانانو كې هم دغسې وګړي شته[2261]. 9_ د انسانانو د ځينو اړتياوو د پوره كولو وس لري[2262]. 10_ پر ځمكه د انسانانو تر پنځون وړاندې پيدا شوي[2263]. . . او نورې ځانګړنې. پردې سربېره. د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه كېږي (د خلكو د انګېرنو پرخلاف، چې تر انسانانو يې غوره بولي)، چې انسان تر پېري غوره دى؛ په دې دليل، چې مسلمانو پېريانو پر بشري رسول الله(ص) ايمان راووړ او ورپسې ولاړل. له آره آدم ته پر شيطان د سجدې واجبېدل پر پېري د انسان د غوراوي دليل دى؛ ځكه شيطان په هغه پېر كې د پېريانو له مشرانو و(كهف_50). عوامو او ناپوهو وګړيو يې په اړه ډېری ګږنې او انګېرنې – خرافات جوړې كړي، چې له عقل او منطق سره اړخ نه لګوي؛ نوځكه يې يوه خرافي او نامنطقي څېره پيدا كړې، چې نامه یې اخستل كېږي؛ نو د انسان ذهن ته يو شمېر کږنې او انګېرنې ورځي؛ لكه هېښنده او وحشتناكې څېرې لري، لكۍ او سومان لري، موذي، كينه كښ او بدچلنه دي او په څېر يې نور موهومات. په هر حال قرآن حکیم په تېرو ځانګړنو سره د پېري له شتونه خبر كړي يو او هم يې نشتون ته كوم عقلي دليل نلرو؛ نوځكه يې بايد ومنو او له ناوړو او ناروا مخونو ډډه وكړو او د عوامو له کږنو او انګېرنو لاس پرېمينځوو.[2264]

((وَأَلَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاء غَدَقًا. لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا =))

16 او 17_ په پرېمانه نعمتونو ازمېښت: قرآن حکیم مجيد پردې مطلب ټينګار كوي، چې ايمان او تقوا نه يوازې د مانيزو بركتونو سرچينه، چې د توکیزو ارزاقو، د نعمت پرېمانۍ، ابادۍ او توکیز بركت لامل هم دى. ددې آيتونو له مخې، څه چې د نعمتونو د پرېمانۍ لاملېږي، پر ايمان درېدل او څوار – استقامت دى او نه پخپله ايمان؛ ځكه لنډ مهاله ايمان دغسې بركتونه ښوولاى نشي. مهم، پر ايمان او تقوى څوار او زغم دى، چې په دې لار كې د ډېرو پښې ښو یېږي. په 17 آيت كې دې واقعيت ته اشاره شوې، چې د نعمت له پرېمانۍ مطلب، د وګړيو ازمېښت دى، چې ايا د پېسمنۍ – غرور او غفلت لاملېږي يې يا د وېښتيا، مننې او الله ته د ډېرې پاملرنې. له دې ځايه څرګندېږي، د الهي ازمېښت له مهمو وزلو يو هم، د نعمت پرېماني ده او اتفاقاً په نعمتونو ازمېښت په كړاوونو او سختيو تر ازمېښته خورا سخت او پېچلى دى؛ ځكه د نعمت د پرېمانۍ طبيعت؛ ناغېړي، غفلت، لټي او په خوندونو او شهواتو كې ډوبېدل دي. دا كټ مټ هغه څه دي، چې انسان له الله لرې كوي او د شيطان هڅو ته مخه پرانځي. يوازې هغوى د نعمت د پرېمانۍ له نامطلوبو عوارضو خوندي پاتېداى شي، چې همېش یې الله ياد وي. هېر يې نكړي او په همېش يادونې، د زړه خونه د شياطينو له ورننوتو وساتي.[2265]

((وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا =))

18_ جوماتونه يوازې د الله دي: داچې دلته له مساجدو (جوماتونو) څه مطلب دى، ډول ډول تفسيرونه شوي دي: 1_ مطلب هغه ځايونه دي، چې الله ته پكې سجده كېږي، چې پوره مصداق یې، مسجد الحرام او بل مصداق يې نور جوماتونه او پراخ مصداق يې، هغه ځايونه دي، چې انسان پكې لمونځ او الله ته سجده كوي او د رسول الله (ص) ددې حديث له مخې ((ماته ګرده ځمكه د سجدې ځاى او د پاكوالي وزله (تيمم) شوې ده)) ټول ځايونه رانغاړي. په دې توګه، دا آيت د عربو مشركانو ته يو ځواب دى، چې د كعبې خونه يې بوتځى كړې وه او هم د بېلارې مسيحيانو كړنو ته يو ځواب دى، چې په تثليث پسې تللي او په خپلو كليساوو كې يې، درې ګونې خدايان لمانځل. قرآن حکیم وايي، ټول عبادتځايونه يوازې د الله دي او بې له الله چاته پكې سجده كړاى نشو او بې له هغه د بل لمانځنه منع ده. 2_ له مساجدو مطلب د سجدې اوه ګوني غړي (تندى، د لاسونو ورغوي، زنګنونه، او د پښو كټې ګوتې) دي. دا غړي بايد يوازې الله ته پر ځمكه كېښوول شي او دا چار بې له الله بل چاته روا نه دى. دا تفسير د امام جواد رحمة الله علیه نه له روايته اخستل شوى دى؛ البته لومړى تفسير د آيت له ظاهر سره سازګاري لري او شونې ده، دويم تفسير د آيت په مفهوم كې پراختيا وي.[2266]

 

سورة المزمل

د مزمل سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو کې رالنډېږي: ١- رسول الله(ص) رابولي، چې د شپې راپاڅي او قرآن حکیم دې لولي، چې د رسالت د درنې کړنلارې منلو ته چمتو والى ولري. ٢- په دې ځانګړي وخت کې یې زغم او له مخالفانو سره نرم چلېدو ته رابولي. ٣- د معاد په باب ويينې او د موسى علیه السلام او فرعون داستان ته يوه اشاره. ٤- خو د سورت په پيل کې، چې پر شپې راپاڅېدو سخت ټينګار شوى و، د مسلمانانو د ډېری بوختياوو له لامله پکې تخفيف او کمښت راوستل. ٥- د قرآن حکیم لوست، لمونځ کولو، د زکات او نفقې ورکړې او استغفار ته بلنه.[2267]

((يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ =))

1_ ای په جامو کې نغښتيه!: ددې سورت او مدثر سورت د آيتونو له سياقه ګټنه كېږي، چې رسول الله (ص) په خپله بلنه كې د مشركانو له ځورونې سره مخ شو؛ نو په دې الهي دنده كې له دغسې ستونزې سره د مخېدو په پار، خپه شو او د خپګان لرې كېدو ته يې ځان په څادر كې راتاو او ويده شو. بيا وویل شو ((ای په جامو کې نغښتيه!)) او ورپسې امر ورته وشو، چې د شپې راپاڅه او لمونځ كوه او د كافرانو د خبرو پروړاندې له زغمه كار اخله؛ لكه چې په ((بقره_153)) كې هم راغلي دي: ((له صبر او لمانځه مرسته واخلئ))؛ نو رسول الله ته دنده وركړاى شوه، چې د كړاوونو پروړاندې له لمانځه او صبر مرسته وغواړي او په دې توګه مقاومت وكړي؛ نه داچې څادر له ځانه راتاو او ويده شي.[2268]

((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا =))

4_ د ترتيل مانا: پر څه چې په دې آيت كې ټينګار شوى، د قرآن حکیم لوست او قرائت نه دى؛ بلكې ((ترتيل)) دى. د ترتيل په باب له معصومينو روايات راغلي، چې هر يو یې پراخ اړخ ته اشاره كوي. له علي (ك) په روايت كې لولو: ((څرګند يې ووايه؛ خو نه د اشعارو په څېر، چټك او په يو بل پسې يې ولوله؛ خو نه د شګو د دانو په څېر؛ بلكې داسې يې ولوله، چې درانه زړونه پرې وټكوې او راويښ يې كړې. كله مو هم موخه دا نه وي، چې هرو مرو سورت پاى ته ورسوې)) له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې له هغه آيته تېرېږې، چې پكې جنت ياد شوى، له خدايه جنت وغواړه او چې له هغه آيته تېرېږي، چې د دوزخ نامه پكې ده، الله ته ترې پناه يوسه)). بيا ترې روايت دى: ((ترتيل دا دى، چې په آيتونو كې مَکث وكړې او په خوږ غږ يې ولولې)) دا روايات او په اړه يې نور روايات، ټول په دې ګواه دي، چې نه ښايي د قرآن حکیم آيتونه، له منځپانګې او پېغامه د تشو ټكیو په څېر ولولو؛ بلكې بايد ټولو هغو چارو ته يې پاملرنه وكړو، چې پر لوستونكي او اورېدونكي ژور اغېز پرېباسي او هېر نكړو، چې دا الهي پېغام دى او موخه يې د منځپانګې پلي كول دي[2269].

((إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا =))

6_ د شپې لمونځ پايند دى: په شپه كې عبادت، په تېره ګهيځ ته نژدې، د روح په پاكوالي، د ځانونو په تهذيب، د انسان په مانيزې روزنې، د زړه پاكۍ او ويښتيا ته، د ايمان او ارادې پياوړتيا ته او په زړه كې د تقوا د ستنو ټينګښت ته سرباندې اغېز لري، چې ان په يو ځل ازمېښت يې، انسان په ځان كې اغېز ننګېري؛ نوځكه د قرآن حکیم پر آيتونو سربېره، په اسلامي رواياتو کې هم پرې پرېمانه ټينګار شوى دى. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((درې څيزونه ځانګړې الهي پيرزوينې دي: شپنى عبادت (د شپې لمونځ)، روژه تيانو ته د روژه ماتي وركول او د مسلمان رور ليده كاته)) په بل روايت كې د ((هود_114)) په تفسير كې وايي: ((د شپې لمونځ د ورځې ګناهونه له منځه وړي[2270]))

((إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =))

20_ تر وسې د قرآن حکیم لوستل: دا آيت هماغې سپارښتنې ته اشاره ده، چې د سورت په پيل كې رسول الله ته د شپني عبات په هكله وركړه شوه او دلته يوازې دا پرې ورزيات شوي، چې په دې استحبابي يا فرضي عبادتي حكم كې يو شمېر مؤمنانو هم ملګرتوب ورسره كاوه. د اسلام د پيل شرايطو ايجابول، چې د قرآن حکیم په لوست (چې ګروهیز، عملي او اخلاقي درسونه يې رانغاړل) او خپلو شپنيو عبادتونو ځانونه ساز كړي او د اسلام تبليغ او دفاع ته يې چمتو شي. د آيت تردې برخې لاندې، امام رضا رحمة الله علیه له خپل نيكه امام صادق رحمة الله علیه نه روايتوي، چې: ((دومره ترې ولولئ، چې پكې د زړه خشوع او د باطنو پاكوالى وي)). بل ټكى داچې، دې آيت د روزۍ لاس ته راوړو هڅه د الله په لار كې د جهاد ترڅنګ راوړې ده او راښيي، اسلام دې موضوع ته په ډېر اهميت قايل دى او ولې داسې نه وي؟ يو نشتمن، وږى او پرديو ته اړمن ملت به كله هم خپلواكي، ستریا او سرلوړي ونه مومي او له آره وټيز جهاد، له دښمن سره د جهاد يوه برخه ده[2271]. له رسول الله (ص) په يو روايت كې لولو، ((كوم كاسب، چې څه خواړه د مسلمانانو يو ښار ته يوسي او د وخت په بيه يې وپلوري. الله ته يې مقام د شهيد مقام هومره دى)). ورپسې رسول الله (ص) همدا آيت ولوست: ((او يو شمېر د الهي فضل (او روزۍ ترلاسه كولو) ته پر سفر وځي او بله ډله د الله په لار كې جهاد كوي)).[2272]

 

سورة المدثر

د مدثر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ټوليزه منځپانګه، ګواښنه او د رسول الله(ص) د منکرانو او کافرانو سخته غندنه ده.[2273]

((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ =))

1_ مدثر: [2274]

((وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ =))

4 او 5_ د پاكوالي امر: د څلورم آيت (او جامې دې پاكې كړه) په تفسير كې ډول ډول خبرې شوي، چې دوه یې سمې په نظر رسي: 1_ داچې د جامو له پاكولو مطلب، د عمل سمونه ده؛ ځكه د انسان كردار د تن د جامو او د بنيادم د ګروهو په څېر دى او د انسان ظاهر يې د باطن ښوونكى دى؛ نو الله په دې سپارښتنه څرګندوي، داچې كړنې دې د تن د جامو په څېر دي؛ نو له چټليو يې پاكې كړه. 2_ منظور دا دى، چې لمانځه ته دې جامې له چټليو پاكې كړه. د دويم نظر له مخې، درېيم آيت (او خپل پالوونكى دې په ستريا ياد كړه) په لمانځه كې تكبيرة الاحرام ته اشاره ده او دا آيت لمانځه ته د جامو پاكوالي ته اشاره ده. په حقيقت كې، دا دوه آيتونه، د اسلام په دين كې د رسول الله (ص) د بعثت په لومړيو ورځو كې د لمانځه د حكم تشريع راښيي[2275]. د پينځم آيت (او له چټلۍ لرې وسه) په تفسير كې د چټلۍ د مفاهيمو رنګارنګي لامل شوې، چې په اړه يې ډول ډول نظريات وويل شي. بوت، هر ډول ګناه، ناوړه خويونه، د دنيا مينه، الهي عذاب او هر څيز، چې انسان له خدايه غافلوي، ورته ويل شوي دي؛ البته په ډاګه ده، چې رسول الله (ص) ان تر نبوت وړاندې هم له دې چارو ډډه كړې او ژوند ليك يې (چې دوست او دښمن پرې معترف دى) پردې مانا ګواه دى؛ خو دلته الله ته د بلنې په بهير كې د يو بنسټيز آر په توګه او هم ټولو ته د بېلګې په توګه ټينګار پرې شوى دى[2276].

((ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا. وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَّمْدُودًا . وَبَنِينَ شُهُودًا . وَمَهَّدتُّ لَهُ تَمْهِيدًا . ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ . كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا . سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا. إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ . فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ . ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ . ثُمَّ نَظَرَ . ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ . ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ . فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ. إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ =))

11 تر 25_ سپېره نخچه: ددې آيتونو په شأن نزول كې ويل شوي، چې رسول الله (ص) په ((حجر اسماعيل)) كې كېناسته او قرآن حکیم يې لوست. د قريشو مشركان ((وليد بن مغيرة)) ته (چې بوډا و او پر رسول الله يې ملنډې وهلې) ورغلل او و یې ویل: ابا عبدالشمس! محمد، چې څه وايي څه دي؟ شعر دى، كهانت (له پېريانو سره اړيكه) ده که خطابه؟ و یې ويل: خوشې مې كړئ، چې خبرې یې واورم؛ نو رسول الله (ص) ته ورغى او و یې ويل: محمده! شعرونه دې راته ووايه. و یې ويل: دا شعر نه دى؛ بلكې د الله خبرې دي، چې پرښتو او خپلو پېغمبرانو ته يې غوره كړي دي. و يې ويل: څه يې راته ووايه. رسول الله د فصلت سورت څو آيتونه ورته ولوستل او چې 13 آيت ته ورسېد ((كه مخونه یې واړول، ووايه، تاسې د عاد او ثمود د تندر په څېر له يوه تندره ډاروم)). وليد ولړزېد او له ډاره يې د سر او بدن ويښتان ځيګه شول خپل كور ته ولاړ او قريشو ته ورستون نشو. بيا مشركان ابوجهل ته ورغلل او و یې ویل: ابوالحكمه! (د ابوجهل اصلي نامه وه، او رسول الله پرې ابو جهل ايښى و) ابو عبدالشمس د محمد دين ته وركوږ شوى دى؛ نه وينې، چې رانغى؟ ابوجهل وليد ته ورغى او و یې ويل: تره! موږ دې سرځوړند، رسوا او دښمن دې خوشحاله كړ او د محمد دين ته وركوږ شوى يې! وليد وويل: دين ته يې ور مات شوى نه يم؛ خو پوره سخته خبره مې واورېده، چې نوغي پرې ځېږېږي. ابوجهل وویل: ايا خطابه ده؟ و یې ويل: نه! خطابه يو له بل سره نښتې خبرې دي او دا جلا جلا خبرې دي (د قرآن حکیم آيت آيتوالي ته اشاره ده) او ځينې يې ځينو ته ورته نه دي. و یې ويل: ايا شعر دى؟ و یې ويل: نه، ما د عربو ډول ډول اشعار اورېدلي؛ خو دا شعر نه دى. و یې ويل: نو څه دي؟ و یې ويل: پرېږده، چې په اړه یې فكر وكړم، پر سبا يې وليد ته وويل: ابو عبدالشمس، د پوښتنې په اړه مې څه وايې؟ و یې ويل: ووياست، چې كوډې دي او د خلكو زړونه پرې ترلاسه كوي، بيا يې الله په اړه دا ايتونه رانازل كړل: ((هغه ته مې پرېږده، چې پخپله مې يوازې پيدا كړى دى!. . .[2277]))

((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ . وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ= ))

30 او 31_ د دوزخ چوپړیالان: چې كله 30 آيت د دوزخ د چوپړیالانو شمېر نولس تنه وښود، ابوجهل په ملنډو د قريشو مشركانو ته وويل: ميندې مو بورې شه؛ اورم، چې محمد مو خبروي، چې د دوزخ چوپړیالان نولس تنه دي؛ ايا لس تنه مو يو يې راڅملولاى شي؟ يو زورور قريش وويل: زه دې يې له اولس تنو بچولاى شم؛ خو تاسې مې له دوو نورو د بچېدو لپاره راپاڅئ. الله ددې چټي ويوونكيو په ځواب كې وويل، دا شمېر پرښتې زموږ له لوري ګومارل شوي او خپله دنده ترسره كولاى شي؛ لكه د لوط قوم يوازې څو تنو پرښتو له منځه يووړ؛ خو داچې تاسې مې يې له شمېره خبر كړئ، په دې پار وه، چې ازمېښت مو كړم، چې د الله خبرې ته څه غبرګون ښيئ؛ غاړه ورږدئ، سرغړونه كوئ او ملنډې وهئ. همداراز يهود او نصارا يقين وكړي، چې قرآن حکیم حق دى؛ ځكه په كتابونو كې يې هم د دوزخ د چوپړیالانو شمېر راغلى دى او د كتابيانو په غبرګون د مؤمنانو يقين نور هم زيات شي؛ خو منافقان او كافران په ملنډو ووايي: دا نو څه بېلګه ده[2278]؟

((كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ. إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ =))

38 او 39_ هغوى چې په خپلو كړنو كې ګاڼه نه دي: دا آيتونه څرګندوي، چې ګرد انسانان په خپلو كړنو كې ګاڼه دي، ته وا ټول وجود يې د خپلو دندو په سرته رسولو كې ګاڼه دی: كه يې وكړل ازادېږي؛ كه نه بندي به وي. اصحاب يمين خو له دې بنديتوبه ازاد دي، دوى هغه كسان دي، چې ايمان او صالح كړنې لري او لنډ شانته ګناهونه يې د ښو تر اغېز لاندې راځي؛ نو يا بې حسابه جنت ته ننوځي يا كه څه حساب ولري؛ نو اسان به وي. له امام باقررحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((موږ او لارويان مو اصحاب يمين يو او چې څوك له موږ اهل بيتو سره دښمني وكړي، د خپلو كړنو په بند كې به وي[2279]))

((كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ. فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍ =))

50 او 51_ له حقه تېښته لكه له زمري د ځنګلي خرو تېښته: مشهوره ده، چې ځنګلي خره له زمري هېښنده ډار لري. ان، چې كله د زمري غږ اوري، هومره ترهېدوني وي، چې د لېونو په څېر هر پلو ته ځغلي، چې يې ليدونكى حيران وي. له آره دا څاروى په دې پار، چې وحشي دى، له هرڅه ترهېږي؛ زمری اصلي دښمن خو يې لاڅه كوې! دې آيت د قرآن حکیم له آيتونو د مشركانو تېښته له ځنګلي خرو سره ورته كړې، چې هم بې عقله او بې شعوره دي او هم وحشي دي، له هر څه تښتېدوني؛ حال دا، يوازې پند يې په مخ كې ورپروت دى.[2280]

سورة القيامت

د قيامت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې پر معاد او د قيامت پر ورځې راچورلي؛ خو څو آيتونه يې د قرآن حکیم او نه مننونکيو په باب خبره کوي.[2281]

((وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ =))

2_ وجدان؛ د معاد پر شتون يو دليل: حقيقت دادى، چې په انسانانو كې د وجدان د محكمې شتون، د معاد پر شتون يو دليل دى، چې د ښو چارو پرمهال د بنيادم روح شحالي كوي او په دې توګه بدله وركوي او د بدو چارو يا د ګناهونو په كولو، روح يې تر سخت دباو لاندې نيسي او سزا وركوي او ربرړوي يې؛ تردې چې كله د وجدان عذاب له ژغورنې په ځانوژنې لاس پورې كوي؛ يعنې په رښتینه كې يې وجدان د اعدام حكم كړى دى، چې په خپل لاس یې عملي كوي؛ البته نفس لوامه (ملامتګر وجدان) په ځينو انسانانو كې ډېر پياوړى او په ځينو كې كمزورى او بېوسې دى؛ خو په هر حال په هر انسان كې شته؛ خو داچې څوك يې په ډېرو ګناهونو يومخې له كاره وغورځوي[2282]. په دې توګه داچې کوشنۍ نړۍ (د انسان) په خپل زړه كې کوشنی محکمه لري؛ نو څنګه به ستره نړۍ (د هستۍ غونډال – نظام) د عدل ستره محكمه ونلري؟؛ نوځكه پوهېداى شو، چې اخلاقي وجدان د قيامت لپاره يو نښه ده او هم د سورت د لومړيو د دو قسمونو ښه اړيكه هم راڅرګندېږي. په بله وينا، دويم قسم، لومړي قسم ته يو دليل دى[2283].

((بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ. وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ =))

14 او 15_ انسان؛ د خپلو كړنو غوره داور یا منځګړی دى: دا آيتونه، هماغه څيز وايي، چې د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې د انسان پر كړنو يې د غړيو د ګواهۍ په باب راغلي دي[2284]؛ نوځكه د قيامت په ستر محکمه كې د انسان پر كړنو غوره ګواه، پخپله انسان دى؛ ځكه تر ټولو له خپلې وضع ښه خبر دى. كه څه الله اتمام حجت ته، ګڼ شمېر ګواهان رادبره كړي، پخپله خو د انسان له ټولو خوالو پوره خبر دى؛ خورا مهم قاضي يې ستر نياوتون دى. كه څه دا آيتونه ټول د قيامت په باب خبرې كوي؛ خو مفهوم يې پراخ دى او دنیوي نړۍ هم رانغاړي. دلته هم خلك له خپل حاله با خبر دي؛ كه څه په دروغو او ځانښوونې خپله واقعي څېره پټوي. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې كه يو له تاسې خپله څېره وپسولئ؛ خو په پټه بدچاری وسئ، څه كړاى شئ؟ ايا، چې كله له ځان سره سوچ كوي؛ نو نه پوهېږي، چې داسې نه ده؟ پاك الله وايي: ((بل الانسان على نفسه بصيرة)) چې د انسان باطن او دننه سمه شي؛ دباندې يې هم ښه او پياوړى كېږي[2285])).

((إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ= ))

 (23_ پالونكي ته كتنه: دا آيت، د جنتيانو ستره روحاني بدله څرګندوي او هغه د حضرت حق جمال ته كتنه ده؛ د زړه په سترګو او په باطني شهودو كتنه؛ داسې كتنه، چې بېساري ذات او مطلق كمال او جمال ته يې ورجذبوي او داسې روحاني او ناستاينوړ خوند وربښي، چې يوه شېبه یې تر ګردې نړۍ او چې څه پكې دي غوره او اوچت دي. ځينې ناخبري دا آيت په قيامت كې د الله حسي مشاهدې ته اشاره بولي، چې پر هغه ورځ به الله په همدې ظاهري سترګو مشاهده كړي؛ حال دا، د داسې كتو لازمه، د الله جسم والى، په مكان كې يې شتون او ځانګړی جسمي څرنګوالى يې دى او پوهېږو، چې پاك الهي ذات له دې ځانګړنو خوندي او بچ دى؛ لكه چې څو ځل د قرآن حکیم په آيتونو كې ټينګار پرې شوى دى[2286]. له رسول الله (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې كله جنتيان جنت ته ننوځي، الله وايي: نور څه غواړئ، چې در زيات یې كړم؟ وايي: ايا زموږ مخونه دې سپين نه كړل؟ ايا موږ دې جنت ته رادننه نه كړو او له اوره دې بچ نكړو؟ په دې وخت كې پردې يوې خوا ته كېږي؛ نو په دې حال كې د خپل پالوونكي تر كتو ورته بل څه ګران نشته))[2287].

 

سورة الانسان

د انسان سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په څلورو برخو کې رالنډېږي: ١-د انسان پنځون او د لارې ورښوول او د لارې په ټاکنه کې يې ازاد پرېښوول. ٢- د نېکانو د يو شمېر ثوابونو يادول، چې د اهلبيتو په باب ځانګړى شأن نزول لري او دوى ته د يادو شويو ثوابونو د استحقاق دلايل. ٣- د قرآن حکیم اهميت او د احکامو د پلي کولو لار يې او هم د ځان جوړونې د لارې لوړې ژورې. ٤- د انسان په عين اختيارمنېدو کې د الله د ارادې حاکميت او واکمني[2288].

((إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا . عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا . يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا . وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا . إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا . إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا . فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا . وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا . مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا . وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا . وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِآنِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا . قَوَارِيرَ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا . وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا . عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا . وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا . وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا . عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا . إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاء وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا =))

5 تر 22_ د رسول الله (ص) د اهلبيتو فضيلت ته يو ستر لاسوند: ابن عباس (رض) وايي: امام حسن او امام حسين علیه السلام رنځور شول. رسول الله (ص) له يو شمېر يارانو سره پوښتنې ته ورغلل او حضرت علي ته يې وويل: ابوالحسنه! ښه وه، چې د زامنو شفاته دې نذر ايښى واى. حضرت علي، حضرت فاطمې او فضله (چوپړيالې يې) نذر وكړ، كه دوى روغتيا ومومي، درې ورځې به روژه شي. د ځينو رواياتو له مخې، امام حسن او امام حسين هم نذر وكړ، چې روژه به نيسي. څه وخت روسته روغ شول. د خوراك توكيو له پلوه تشلاسي وو، علي (ك) درې منه اوربشې پور كړې او حضرت فاطمې يې درېيمه برخه اوړه كړې او روټه يې ترې پخه كړه. د روژه ماتي پرمهال يې يو ګدا وره ته ودرېد، و يې ويل: د محمد كورنۍ سلام درباندې! يو مسلمان بېوزلى يم؛ خواړه راكړئ او الله دې جنتي خواړه درپېرزو كړي. ټولو مسكين پر ځان ړومبى كړ او خپله برخه يې وركړه او شپه يې یوازې په اوبو تېره كړه. دويمه ورځ يې هم روژه ونيوه او د روژه ماتي پرمهال يې، چې خواړه چمتو كړه، يو پلار مړى ورغى، پردې ورځ يې هم ايثار او سرښندنه وكړه او خپل خواړه يې وركړل او بيا يې روژه په اوبو ماته كړه. پر درېيمه ورځ هم روژه شول. لمر پرېواته مهال يې يو بندي د كور وره ته ورغى بيا يې هم خپل خواړه وركړل، چې ګهيځ شو، حضرت علي (ك) امام حسن او امام حسين له لاسونو ونيول او رسول الله (ص) ته ورغلل، پيغمر اکرم وليدل، چې له سختې لوږې لړزېږي، و یې ويل: دا حال مو راباندې سخت پرېوځي، بيا راپاڅېد او ورسره روان شو، چې د حضرت فاطمې كور ته ننوتل، و يې ليدل، چې د عبادت په محراب كې ولاړه ده، له لوږې يې نس ننوتی او سترګې يې كوپي شوي. رسول الله خورا خپه شو. دا مهال جبرائيل راغى و يې ويل: محمده! دا سورت واخله، چې الله ددغسې كورنۍ په درلودو درته مباركي وايي. بيا يې د انسان سورت ورولوست. ځينو ويلي، چې په دې وخت كې ددې سورت له (5) تر (22) آيتونو پورې رانازل شول.[2289] د اهلسنتو ستر مفسر ارواښاد ((آلوسي)) دا سورت د اهلبيتو په شان كې بولي او تردې آيتونو لاندې يې ويلي دي: په دې سورت كې د ((حورالعين)) خبره شوې نه ده او د جنتي چوپړيالانو د لورنې څرګندنه شوې او دا د زهراى بتول (رض) د درناوي په پار.[2290]

((عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا =))

6_ د الله ځانګړيو بندګانو ته ځانګړې چينه: دا د پاك څښاك چينه، داسې د نېكچارو او د الله د ځانګړو بندګانو په واك كې ده، چې هر ځاى وغواړي، هلته يې بهولاى شي، امام باقر رحمة الله علیه يې داسې ستايي: ((هغه د رسول الله (ص) په كور كې يوه چينه ده، چې له دې ځايه د نورو پېغمبرانو او مؤمنانو كورنو ته وربهېږي)). هو! لكه څنګه چې په نړۍ كې د رسول الله له كوره د الله بندګانو ته د علم او رحمت چينې وربهېدې، په آخرت كې (چې ددې كړلارې ستر انځور دى) د وحې له كوره د الهي پاك څښاك چينه راخوټېږي او د مؤمنانو كورونو ته ترې ويالې وربهېږي[2291].

((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا =))

9_ وږیو ته د خوړو وركولو فضيلت: د وږويو مړول، د نېكچاريو له ځانګړو چارو ځنې دی، چې قرآن حکیم ډېر ټينګار پرې كړى. كه اوسنۍ نړۍ ته ووينو، د خپرو شويو معلوماتو له مخې، هر كال له لوږې ميليونه تنه مړه كېږي، حال دا د نړۍ په ځينو سيمو كې بې شمېره اضافي خواړه په ډېرانونو كې اچوي؛ نوځكه ددې اسلامي سپارښتنې اهميت او له اخلاقي كچو د اوسنۍ نړۍ واټن راڅرګندېږي. په دې هكله په رواياتو كې هم پرېمانه ټينګار شوى دى، له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك يو مؤمن په خېټه موړ كړي؛ نو د الله يو مخلوق، الهي مقربې پرښتې او پېغمبران نه پوهېږي، چې په آخرت كې یې څه بدله ده؛ خو يوازې نړۍ پال خدای پوهېږي)) په ځينو رواياتو كې څرګندنه شوې، چې د وږيو مړول (كه څه مؤمن او مسلمان نه وي) له غوره كړنو ځنې دي. له رسول الله (ص) په يو حديث كې راغلي ((د سرو ځيګرونو سړول او د وږيو خېټو مړول د الله پروړاندې غوره كړنې دي، پر هغه قسم، چې د محمد ساه يې په لاس كې ده، هغه بنده، چې د شپې موړ ويده شي او مسلمان رور يې وږى وي، پر ما يې ايمان راوړى نه دى[2292]))

((مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا =))

13_ هلته لمر او يخني نه ويني: دا آيت د جنت د هوا پوره اعتدلال ته اشاره ده. ((زَمْهَرِيرًا)) سختې يخنۍ ته وايي. له ابن عباس(رض) په يو روايت كې راغلي: ((جنتيان ناڅاپه د لمر په څېر رڼا ويني، چې جنت رڼا كوي. رضوان (د جنت چوپړياله پرښته) ته وايي: دا رڼا څه ده؛ سره له دې، چې پالوونكي مو ويلي په جنت كې نه لمر ويني او نه يخني؟ ورته وايي: دا د لمر او سپوږمۍ رڼا نه ده؛ علي کرم الله وجهه او فاطمه (رض) خندني شول او جنت يې د غاښونو له رڼا رڼا شوى دى[2293])).

((عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا =))

21_ پاك څښاك: سمه ده، چې په جنت كې د نېكچاريو د نعمتونو په ترڅ كې د خوندورو څښاكونو خبره شوې؛ خو څه چې په دې آيت كې راغلي، ورسره ډېر توپير لري. يو خوا هلته ساقيان، همېشني هلكان ول؛ خو دلته ساقي الله دى. هغه الله، چې انسان یې پاللى او د تكامل په پړاوونو كې يې پر مخ بوته، چې روستي پړاو ته رسېدلى دى، اوس يې وار دى، چې خپل ربوبيت تر لوړه بريده ورسوي او د خپل ځواک په لاس، په پاكو شرابو، خپل نېكچارى بنده موړ او خوښ كړي. بلخوا طهور د هغه څه پر مانا ده، چې هم پاك وي او هم پاكوونكى. په دې توګه، دا شراب، د انسان بدن او اروا له هر ډول ناپاكۍ پاكوي او داسې روحانيت؛ نورانيت او ورکماني – نشاط وربښي، چې ستاينه یې په يو عبارت كې هم نه ځايېږي. ددې آيت په تفسير كې له امام صادقرحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((هغوى بې له خدايه له ټولو څيزونو پاكوي)) د غفلت پردې څيروي، حجابونه له منځه وړي او انسان د الله د قرب ترڅنګ همېشني حضور ته ورګرځوي.[2294]

 

سورة المرسلات

د مرسلات سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې ډېرى اوڅار شوي مطالب په قيامت او د منکرانو په ګواښنې او ډار پورې اړوند دي.[2295]

((وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا . فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا . وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا . فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا . فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا . عُذْرًا أَوْ نُذْرًا =))

1 تر 6_ سوګند: داچې له دې سرتړليو سوګندونو (چې د مهمو چارو په باب خبر وركوي) مطلب څه دى، درې مشهور تفسيرونه شته: 1_ دا ټول پينځګوني قسمونه، بادونو او توپانونو ته اشاره ده، چې د پنځ – طبيعت په ډېرۍ چارو كې اغېزمنه ونډه لري؛ نوځكه د آيتونو مفهوم داسې كېږي: قسم پر هغو بادونو، چې پرله پورې لګېږي او قسم پر ګړندي توپانونو او پر هغوى قسم، چې وريځې خوروي او په ترڅ كې يې د باران څاڅكي وچو سيمو ته روانوي او پر هغوى قسم، چې ورېځې تر اورښتت روسته خوروي او پردې بادونو قسم، چې په دې كړلار انسانانو ته الله وریادوي. 2_ دا ټول قسمونه، د اسمان پرښتو ته اشاره ده. د آيتونو مانا؛ يعنې: پر هغو پرښتو قسم، چې پرله پورې انبياوو ته ورلېږل كېږي او پر هغوى قسم، چې د توپان په څېر چټك په خپلې دندې پسې درومي او هغوى چې د اسماني كتابونو آيتونه پېغمبرانو ته غوړوي او خوروي او هغوى چې په دې چار حق له باطلو بېلوي او هغوى چې انبياوو ته د حق ذكر او اوامر يې القا كوي. 3_ لومړى او دويم قسم، بادونو او توپانونو ته اشاره ده او درېيم، څلورم او پينځم سوګند، په پرښتو د حق آيتونو خورولو ته اشاره ده او بيا له باطلو د حق بېلول او ورپسې د حجت پوره كولو او انذار په موخه، پېغمبرانو ته د ذكر او الهي اوامرو القا كول دي. په دې ترڅ كې، له ځينو اړخونو درېيم تفسير سم په نظر رسي.[2296]

((وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ. لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ . لِيَوْمِ الْفَصْلِ =))

11 تر 13_ پېغمبرانو ته د وخت ټاكنه: دا آيت د قيامت د څرګندنې په دوام زياتوي: پر هغه وخت پېغمبرانو ته وخت ټاكل كېږي، چې په نوبت راشي او د خپل امت په هكله شهادت وركړي. په ((اعراف_6)) كې راغلي: ((نو هرومرو له هغوى (هم) پوښتو، چې استازي ورلېږل شوي او پخپله له استازيو هم پوښتو)) بيا زياتوي ((دا (چار) د كو مې ورځې لپاره ځنډول شوى دى؟)) او ځواب يې وايي: ((د بېلتون ورځې لپاره)). دا ورځ، له باطل ځنې د حق د بېلتون ورځ، له كافرانو څخه د مؤمنانو د ليكو د بېلتون ورځ او له نېكچاريو څخه د بدچارو د بېلتون ورځ او د ګردو په باب د مطلق حق د ورمندون ورځ. دا پوښتنه او ځواب د هغې سترې ورځې د ستریا څرګندولو ته دى او له هغې ورځې څه څرګند او له مانا ډك تعبير شوى دى: د ((د بېلتانه ورځ[2297])).

((وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ =))

15_ افسوس پر دروغ ګڼونكيو: ((وَيْلٌ)) په هغو ځايونو كې ويل كېږي، چې وګړى يا وګړي هلاك شي او د عذاب او بدمرغۍ مانا وركوي او د ځينو په وينا، تر عذابه د خورا سخت مفهوم په مانا ده، ځينو ويلي، چې ((وَيْلٌ)) په دوزخ كې څاه يا يوه دره ده؛ خو مطلب يې لغوي مانا نه ده؛ بلكې د يو ډول مصداق څرګندول دي. په قرآن حکیم مجيد كې دا مانا کړن – تعبير په ډېرو ځايونو كې (؛ لكه د كفارو، مشركانو، دروغجنو، دروغ ګڼونكيو، ګناهګارانو، ډنډۍ وهوونكيو او ناخبره لمونځ كوونكيو ته) كارول شوى دى؛ خو په قرآن حکیم كې يې ډېرى كارونه، دروغ ګڼونكيو ته ده. په دې سورت كې ((وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ)) لس ځل راغلى دى[2298].

((أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا =))

25_ ځمكه؛ د انسانانو د راټولېدو مركز: ددې آيت په تفسير كې يې ويلي دي: ځمكه ټولو انسانانو ته يو مېشت ځاى دى، چې ژوندي پرې راټولوي، ټولې اړتياوې يې ورپوره كوي او مړيو ته يې ځاى وركوي. وانګېرئ، كه ځمكه د مړيو ښخولو ته چمتو نه وه؛ نو له مړيو راولاړ شوى عفونت او رنځوريو به ژونديو ته يو ناورین رادبره كاوه. هو! ځمكه د مور په څېر اولادونه پر ځان راټولوي او تر خپلو وزرونو لاندې يې كوي، انسانانو ته پر خپل مخ ځاى وركوي، نازوي يې؛ خواړه وركوي، جامې وراغوندي، هستوګنځى وركوي او ټولې اړتياوې يې ورپوره كوي او مړي يې هم په خپله سينه كې ساتي، جذبوي يې او بد اثار يې له منځه وړي. په يو روايت كې راغلي، چې امير المؤمنين علي (ك) له صفين څخه په راستنېدا كې د كوفې له وره بهر پر يو هديرې سترګې ولګېدې، و یې ويل: ((دا د مړيو د راټولېدو مركز دى))؛ يعنې مېشت ځاى يې دى. بيا يې د كوفې كورونو ته وكتل، و یې ويل: ((دا هم د ژونديو د راټوليدو ځاى دى)) ورپسې يې دا آيت ولوست؛ دې ته په اشاره، چې د ژونديو او مړيو د كورنو ترمنځ ډېر واټن نشته[2299].

((انطَلِقُوا إِلَى ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ.لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ . إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ . كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ =))

30 تر 33_ د ماڼۍ په شان سپرغۍ: په 29 آيت كې مو ولوستل، چې په قيامت كې د معاد دروغ ګڼونكيو ته ويل كېږي، هغه جهنم ته ور روان شئ، چې همېش مو ترې نټه كوله. دې آيتونو ددې عذاب په هكله ډېره څرګندنه كړې ده. له درې خولې اور مطلب، د اور د خپه كوونكي لوګي يو سيورى دى، چې درې څانګې لري، يو ښاخ پر سر، بل په ښي خوا او بل يې په كيڼ لوري كې دى. په دې توګه دا ټينګ لوګى يې له هرې لوري را ايساروي او ترې راتاوېږي. 32 آيت د جهنم د سوځنده اور د يوې بلې ځانګړنې په باب وايي: ((د سترې ماڼۍ په شان سپرغۍ بادوي))؛ نه ددې نړۍ د اور د بڅركيو په څېر، چې كله د ستنې د سر هومره وي. دلته په ماڼۍ مانا کړنه – تعبير يو مانا درلودونكى مانا کړنه ده. ښايي وانګېرل شي، مناسبه دا وه، چې وويل شي، د غره په څېر سپرغۍ؛ خو نه بايد هېر كړو، چې غرونه (لكه چې د همدې سورت په 27 آيت كې ورته اشاره وشوه) د ډول ډول بركتونو سرچينې دي او د خوندورو اوبو سرچينه هم؛ خو د ظالمانو ماڼۍ د سوځنده لمبو سرچينې دي او بايد په هغې نړۍ كې يې د دوى د ماڼيو په څېر سپرغۍ وسوځوي. په 33 آيت كې ددې سپرغيو بله ځانګړنه يادوي: ((ته وا، د ژېړ رنګو اوښانو كتار دى)) په تېر آيت كې، دا سپرغۍ د حجم له پلوه، له سترې ماڼۍ سره ورته شوې وې او په دې آيت كې د ډېرښت، رنګ، ګړنديتوب او هرې خوا ته د خورېدو له پلوه د ژېړ رنګو اوښانو له كتار سره ورته شوي، چې هرې خواته روان دي. په هغه ځاى كې، چې د اور سپرغۍ دغسې وي؛ نو په ډاګه ده، چې پخپله به هغه سوځند اور څرنګه وي[2300].

((هَذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ. وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ =))

35 او 36_ پر هغه ورځ، چې دروغ ګڼونكي خبرې نه كوي: قيامت هغه ورځ ده، چې دروغ ګڼونكي نه د خبرو كولو اجازه لري، نه عذر غوښتاى شي او نه د ځان دفاع كړاى شي؛ ځكه هلته ټول حقايق په ډاګه دي او څه ويلو ته نلري[2301]. پوښتنه داده، چې ايا د قيامت ستر بوږند – وحشت لاملېږي، چې ژبې له كاره ولوېږي که له آره ويلو ته څه خبره نلري يا ژبې د الله په حكم له كاره غورځي او د بدن غړي د انسان د كړنو په باب ګواهي وركوي. شونې ده د آيت په مانا كې درې واڼه تفسيرونه راټول شي؛ كه څه درېيم تفسير ښه څرګند په نظر رسي[2302]. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلي، چې ((الله تردې اوچت عادل او ستر دى، چې كوم بنده يې مخوونكى عذر ولري؛ خو د عذر غوښتنې اجازه ورنكړي؛ بلكې هغوى هېڅ مخوونكى عذر نلري، چې اوڅار یې كړي[2303])).

سورة النباء

د نباء سورت ټوليزه منځپانګه: د نباء سورت ټوليزه منځپانګه: مبداء، معاد، زېري او ګڼ شمېر ګواښونه ددې سورت ټوليزه منځپانګه ده[2304].

((عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ =))

2_ مهم خبر: له ستر خبره مطلب، د مړيو راژوندي كېدل او قيامت دى، چې قرآن حکیم ډېر تينګار پرې لري. په ګڼ شمېر رواياتو كې د اميرالمؤمنين علي (ك) په ولايت او مشرتوب تفسير شوى دى؛ البته پام مو وي، چې دا روايات د آيت باطني مانا ته پاملرنه لري او ظاهري مانا يې معاد دى. څرګندنه دا، شونې ده يو آيت ګڼ شمېر ماناوې ولري، چې ترمنځ یې يوه مانا، ظاهري وي. معلومه ده، چې د قرآن حکیم په باطنو پوهېدل هله جايز دي، چې څرګند قراين ولرو يا له رسول الله(ص) او امامانو، چې كوم تفسيرونه رارسېدلي دي. دا حقيقت، چې قرآن حکیم بطنونه لري، نه ښايي منحرفانو ته يو لاسوند وي، چې د قرآن حکیم آيتونه په خپلې خوښې تفسير كړي.[2305]

((يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا =))

18_ محشر ته ډلييز ورتګ: روايت شوى، چې حضرت معاذ بن جبل(رض) ددې آيت او ورپسې آيتونو په باب رسول الله (ص) وپوښت. و یې ویل: ((معاذه! ستر مطلب دې وپوښت)). بيا يې خپلې مباركې سترګې پټې كړې و یې ويل: ((د امت مې لس ډلې خپرې ورې محشورېږي، چې الله تعالی په مسلمانانو كې په ګوته كړي دي. د ځينو بڼې بېزوګانې دي، د ځينو خوك، د ځينو پښې پورته او پر سرونو راښكودل كېږي. ځينې ړانده دي او دې خوا او هاخوا ځي، ځينې كاڼه او ګونګيان دي او شعور نلري. ځينې خپلې ژبې ژوي او له خولې يې زوې راوځي، چې محشريان یې له ګنده او خوسا بويه كړېږي. د ځينو لاسونه او پښې غوڅې دي. ځينې د اور پر لمبو راځوړند دي. د ځينو عفونت تر ورستې مردارې بدتر دى، ځينو ته د سرو مسو جامې وراغوستل شوي، چې ورپورې نښتې وي. هغوى چې د بېزوګانو په بڼه وي، د خلكو خبرې وړي راوړي (چوغلګر) هغوى چې د خوك په بڼه وي، حرام خواره دي، هغوى چې سركښته دي، سود خوراه دي، ړانده هغوى دي، چې په قضاوت كې يې ظلم كاوه. كاڼه او ګونګيان هغوى دي، چې خپلې كړنې یې سترې ګڼلې. هغوى چې خپلې ژبې ژوولې، هغه عالمان او قاضيان دي، چې كړنې یې د خپلو خبرو پرخلاف وې، د هغوى چې لاسونه او پښې غوڅې شوې، هغه كسان دي، چې خپل ګاونډيان يې ځورول. هغوى چې د اور په لمبو راځوړند دي، هغوى دي چې خلك یې واكمنو ته بوتلل [او د بند، شړنې، اعدام او. . . يې لاملېدل] هغوى چې تر مردارې ډېر وراسته ول، هغوى دي، چې په حرامو یې شهوتپالنه كوله او خوندونه يې اخستل او خپل مالي فرض حقوق يې، چې حق الله دي، نه وركول او هغوى چې اورينې جامې يې اغوستي، وياړن او پېسمن – كبرجن دي[2306]))

((وَفُتِحَتِ السَّمَاء فَكَانَتْ أَبْوَابًا =))

 19_ د اسمان پرانستلېدل او ور ور كېدل يې: ځينو مفسرانو ددې آيت په تفسير كې ويلي، د غيبو د نړۍ ورونه د شهادت په نړۍ پرانستلېږي، پردې يوې خوا ته كېږي او د پرښتو نړۍ د انسان نړۍ ته لار مومي؛ البته يو شمېر دا آيت هغه مطلب ته اشاره بولي، چې د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې راغلى او څرګندوي، چې اسمان د قيامت په درشل، څيرېږي[2307] او دومره په اسماني كراتو كې چاودونه ښكاري، ته وا سراسري په ورونو اوړېدلي دي[2308].

((يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا =))

38_ له روح څخه مراد او هغوى چې په قيامت كې خبرې كړاى شي: په دې آيت كې د ((روح)) د مفهوم په څرګندنه كې، ډول ډول تفسيرونه ياد شوي؛ خو مناسب يې دادى، چې دلته له ((روح)) نه مطلب، يوه ستره الهي پرښته ده، چې د ځينو رواياتو له مخې، ان له حضرت جبرائيل او حضرت ميكائيل هم اوچته ده. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې لولو: ((هغه تر جبرائيل او ميكائيل يوه ستره پرښته ده)). په قيامت كې پرښتې ددې الهي ستر مخلوق (پرښته يا بل موجود) حكم ته تيارسئ دي او پر ټولو د محشر پرېشاني دومره خپره وي، چې هېڅوك خبرې كړاى نشي او كه ذكر يا څه خبره وكړي يا كوم شفاعت كوي، يوازې د پالونكي په اجازې وي. امام صادق رحمة الله علیه يې ددې آيت په اړه وپوښت. امام وويل: ((پر الله قسم، موږ هغوى يو، چې د قيامت پر ورځ د خبرو اجازه او وس لرو)) راوي پوښتي: تاسې پر هغه ورځ څه وايئ؟ و یې ويل: ((خپل پالونكى ستايو، پر خپل پېغمبر درود وايو، خپلو لارويانو ته شفاعت كوو او الله هم زموږ شفاعت نه ردوي)). له دې روايته ګټنه كېږي، چې انبيا او امامان هم د پرښتو او روح په كتار كې دي او هغوى دي، چې د خبرو، الله ستاينې او شفاعت اجازه وركول كېږي.[2309]

سورة النازعات

 د نازعات سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه پر معاد چورلي او په شپږو برخو کې رالنډېږي: ١- په معاد پورې اړوند د ټينګار قسمونه، چې ددې سترې ورځې په راتلو ټينګارکوي. ٢- د قيامت د ورځې وحشتناکې منظرې ويل شوي دي. ٣- د موسى علیه السلام او سرغړاند فرعون داستان ته لنډه اشاره شوې، چې هم رسول الله(ص) او مؤمنانو ته ډاډېينه وي او هم سرغړاندو مشرکانو ته يو ګواښ وي او هم دې ته اشاره ده، چې د قيامت د ورځې نه منل، انسان په څه ګناهونو اخته کوي. ٤- په اسمان او ځمکه کې د الله د ځواک د ښکارندو بېلګې راوړل شوي، چې پخپله معاد او تر مرګ روسته ژوند ته يو دليل دى. ٦- په پاى کې پردې حقيقت ټينګار شوى، چې هېڅوک د قيامت له نېټې او راپېښدو خبر نه دى؛ خو دومره جوته ده، چې رانژدې دى.[2310]

((وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا. وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا . وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا . فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا . فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا =))

1 تر 5_ د قسمونو څرګندنه: داچې دا پينځګوني قسمونه چا يا كومو څيزونو ته اشاره لري، مفسرانو ډول ډول خبرې كړې دي، په دې كې، تر ټولو مناسب تفسير دادى، چې له دې قسمونو مطلب، هغه پرښتې دي، چې د كافرانو او ګناهګارانو ساه ګانې په سختۍ اخلي او هغه پرښتې، چې د مؤمنانو ساه ګانې په اسانۍ اخلي او هغه پرښتې، چې د الهي حكم په عملي كولو كې په بېړه خوځي، بيا يو له بله مخكې كېږي او د هستۍ چارې د الله په حكم تدبېروي؛ البته همدا تفسير ښه ټوليز هم ويلاى شو؛ داسې، چې د مؤمنانو او كافرانو د ساوو اخستل يې يو مصداق وي او نه يې ټوله منځپانګه؛ په دې توګه، چې وويل شي، له دې قسمونو مطلب، د الهي ټولو فرمانونو عملي كولو لپاره پرښتې دي، چې په پينځو پړاوونو كې یې عملي كوي: پرېكنده هوډ؛ لومړنی ګړنديتوب؛ په ارام د كار پيل، بېړه كول او مخكې كېدل، د چارو تدبير او سمول. په هر حال د كفارو او مؤمنانو ساه اخستو ته د پرښتو كړلار ددې ټوليز مفهوم يو مصداق دى، چې د معاد په باب ددې سورت راتلوونكيو ويينو ته لار هواروي.[2311]

((فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى =))

24_ بېباكي تر كومه: هېښتیا وړ ده، چې كله دا بېباكه سرغړاندي د ښاڅمنۍ – كبر او ځانمنۍ پر سورلۍ سواره شي؛ نو هېڅ پوله په رسميت نه پېژني او ان د خدايي په ادعا هم قانع كېږي نه؛ بلكې غواړي د خدايانو الله تعالی شي! په دې بېباكه خبره كې راغلي: تاسې، چې كوم بوتان نمانځئ، پر خپل ځاى درناو وړ دي؛ خو زه مو غوره بوت او معبود يم. عجيبه خو داچې فرعون د ((اعراف_127)) په ګواهۍ پخپله يو بوتپالى و، دلته ادعا كوي، چې زه مو ستر پالوونكى يم؛ يعنې ان ځان يې له خپل معبوده هم لوړ ګاڼه او دادي د طاغوتانو چټيات[2312] بلخوا هغه خلك، چې ډبرې او لرګي ته سجده كوي، د انساني خدايانو منلو ته ډېر چمتووالى لري؛ نوځكه فرعون ځان تر ټولو بوتانو اوچت باله.[2313]

((فَأَمَّا مَن طَغَى. وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا =))

37 او 38_ د سرغړونې او دنيا پالنې ترمنځ اړيكه: دې آيتونو، په ښكلي ډول د انسان د نېكمرغۍ او بدمرغۍ آرونه انځور كړي؛ د انسان بدمرغي يې د سرغړاندۍ او دنياپالنې پايله او نېكمرغي يې د الله له عذابه د ځان ساتنې او د ځاني غوښتنو د پرېښوولو پايله ښوولې ده او د ګردو انبياوو او اولياوو د ښوونو نچوړ هم همدا دى او بس. ځانپالي پر عقل يوه پرده راكاږي، د بنيادم په نظر كې ناوړه كړنې ښكلې انځوروي او د تشخيص حس (چې د الله يو ستر نعمت او له څاروي څخه د انسان امتياز دى) ترې اخلي او انسان پر ځان بوختوي. امام باقر رحمة الله علیه وايي: ((جنت په كړاوونو او زغم كې رانغاړل شوى، چې څوك په نړۍ كې د كړاوونو پروړاندې زغم وكړي، جنت ته ځي. دوزخ په خوندونو او شهوتونو كې رانغاړل شوى او چې څوك ځان خوندونو او شهواتو ته ازاد پرېږدي؛ نو دوزخ ته ځي)). امام صادق رحمة الله علیه وايي: ((نفس له خپلو غوښتنو سره مه خوشې كوه؛ ځكه نفساني غوښتنې د نفس د مړينې لاملېږي. غوښتنو ته د نفس ازاد پرېښوول، د نفس درد دى او له غوښتنو يې مخه نيول، د هغې درمل دي)). نه يوازې د آخرت جهنم، د ځاني غوښتنو زېږنده ده؛ بلکې د دنيا سوځنده جهنمونه (؛ لكه نا امني، بې نظمي، جګړې، شخړې او كينې) هم ترې راولاړېږي[2314].

((كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا =))

46_ د قيامت په پرتله، دنيا او برزخ ډېر کوشني دي: دا آيت، دا واقعيت څرګندوي، چې قيامت ته ډېر وخت پاتې نه دى. هو! د دنيا لنډ عمر دومره چټك تېرېږي او د برزخ پېر هم چټك وهل كېږي، چې انسانان د قيامت پرمهال، انګېري، دا ټول وختونه تر څو ساعتونو ډېر نه و. دا چار، هم ذاتاً سم دى، چې د دنيا عمر ډېر لنډ او ژرتېری دى او هم له قيامت سره په پرتله كې تر يوې شېبې زيات نه دى. د قرآن حکیم په ځينو آيتونو كې راغلي، په قيامت كې كله ګناهګاران په برزخ يا دنيا كې د خپل تمېدو د مودې په هكله خبرې كوي؛ نو يو بل ته وايي: ((تاسې يوازې لس شوا روزه (په دنيا او برزخ كې) تم شوي واست))؛ خو هغوى چې ښه فكر كوي وايي: ((تاسې يوازې يوه ورځ درنګ كړى[2315])) په بل ځاى كې له مجرمانو روايت شوى، چې كله قيامت جوړېږي؛ نو قسم خوري، يوازې يو ساعت تم شوي. (روم_55) ددې ماناکړنو – تعبيرونو توپير په دې پار دى، چې غواړي په تقريبي ډول ددې مودې لنډوالى راڅرګند كړي او هر يو خپله ننګېرنه – احساس، په يوه تعبير څرګندوي؛ البته ټول په يوه ټكي كې سره ګډ دي؛ چې د قيامت د عمر پروړاندې ددې نړۍ عمر ډېر لنډ دى؛ دا مطلب بايد انسان وخوځوي او د غفلت له خوبه يې راويښ كړي[2316].

 

سورة عبس

د عبس سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو موضوعاتو کې رالنډېږي: ١- الله هغه سخت غندي، چې له هغه ړوند حقپال سره يې ښه چلن نه درلود. ٢- د قرآن حکیم اهميت او مقام. ٣- د الهي نعمتونو پروړاندې د انسان ناشکري. ٤- د الهي نعمتونو د يوې برخې يادونه. ٥- معاد او د مؤمنانو او کافرانو پايله[2317].

((عَبَسَ وَتَوَلَّى . أَن جَاءهُ الْأَعْمَى . وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى . أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى . أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى . فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى . وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى . وَأَمَّا مَن جَاءكَ يَسْعَى . وَهُوَ يَخْشَى . فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّى =))

1 تر 10_ بړوس شو او مخ يې واړاوه: دا آيتونه په لنډو راښيي، الله يو تن په دې پار ورټه، چې يو وګړى يا شتمن وګړي يې پر حق غواړي ړوند ړومبى كړى و. داچې څوك رټل شوى، په اړه يې د نظر اختلاف شته. كه څه ځينې مفسران، د شأن نزول له مخې، دا تن رسول الله (ص) بولي او څرګندوي، چې آنحضرت (ص) هغه مسلمان ته تریو ټنډى شو او مخ يې ترې واړاوه، چې د معرفت ترلاسه كولو لپاره ورغلى و. ددې نظر پروړاندې له امام صادق رحمة الله علیه روايت شوى، چې ((دا آيتونه د يو اموي تن په هكله رانازل شوي، چې له رسول الله سره ناست و، په دې وخت كې ((عبدالله بن ام مكتوم))، ړوند او نشتمن و، راغى!؛ نو چې يې سترګې پرې ولګېدې؛ نو داسې يې ځان راټول كړ، چې هډو ډارېده په نشتمنۍ به اخته شي، تندى يې تريو كړ او مخ يې واړاوه. الله يې په دې آيتونو كې، كړنه راوړې او پړ كړى يې دى)). دا آيتونه دا واقعيت راڅرګندوي، چې اسلام او قرآن حکیم د حق د لارې لارويانو ته په تېره، چې د بېوزليو پوړيو وي، په ځانګړي اهميت او درناو ورته قايل دى او اپوټه د هغوى پروړاندې توند او غوسناك دريځ لري، چې د الهي نعمت د ډېرښت له لامله، مست او ښاڅمن – مغرور شوي دي، تردې چې ښه یې نه ايسي، په ورپامېدو يې، د بېوزليو حق غواړيو لږه خوا هم بده شي؛ ځكه همېش مستضعفين، د اسلام نږه ملاتړي، په ستونزو كې د دين د سترو مشرانو لاسنيوونكي او د جګړې او شهادت د ډګرونو سرښندونكي دي. اميرالمؤمنين علي (ك) په خپل مشهور ليك كې مالك اشتر (رض) ته ليكي: ((عام خلك؛ د دين ستنې، د مسلمانانو پرګنۍ او د دښمنانو پروړاندې تيارسئ دي؛ نو ډېره پاملرنه ورته كوه[2318])).

((فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَى طَعَامِهِ =))

24_ انسان بايد خپلو خوړو ته وويني: څرګنده ده، چې په آيت كې له كتو مراد، ظاهري كتنه نه؛ بلكې د خوړو په جوړښت او د انسان په بدن كې يې د هېښنده اغېزو په اړه غور كول او بيا يې د خالق په هكله فكر كول دي. هو! خواړه انسان ته بهرنی نژدې څيز دى، چې په يو ادلون بدلون د انسان د بدن برخه ګرځي او كه ور و نه رسي، ژر د مرګ لار خپلوي؛ نوځكه قرآن حکیم، له ټولو موجوداتو، پر خوړو (هغه خواړه، چې د بوټيو او نورو له لارې ترلاسه كېږي) ټينګار كړى. له معصومينو په ځينو رواياتو كې راغلي، دلته له خوړو مراد، علم او پوهه ده، چې د انسان د روح خواړه دي او بايد وويني، چې له چا یې ترلاسه كوي؛ البته د آيت ظاهري مانا، جسماني خواړه دي، چې په راروستو آيتونو كې تشريح شوي؛ خو داچې انسان له روح او جسمه جوړ شوى؛ لكه چې جسم یې توکیزو خوړو ته اړتيا لري، روح يې هم روحاني خوړو ته اړتيا لري او په كوم ځاى كې، چې انسان بايد خپلو جسمي خوړو ته ځير شي او سرچينه يې (باران) وپېژني، بايد په خپلو روحاني خوړو كې هم ځيرنه وكړي، چې د وحې په باران د رسول الله (ص) د پاك زړه پر سيمه ورول شوی دی او د معصومينو په زړونو كې زېرمه كېږي او د خوټېدونكيو چينو په څېر په پاكو زړونو كې بهېږي او د ايمان، تقوى او اخلاقي فضايلو ډول ډول خوندورې مېوې پالي. انسان بايد وويني، چې هسې نه له چټلو سرچينو يې وخوري او روح يې رنځور او له منځه ولاړ شي[2319]. هېښتیاوړ دا ده، چې ځينې خلك په خپلو جسمي خوړو كې ډېر سختدریځه دي؛ خو خپلو روحي خوړو ته په هېڅ قيد و شرط قايل نه دي. له امام حسن(رض) نه په يوه روايت كې لولو: ((له هغه حيران يم، چې د خپلو جسمي خوړو په اړه فكر كوي؛ خو د روح په خوړو كې ځيرنه نكوي، له خېټې زیانمن خواړه لرې كوي؛ خو زړه له هلاك كوونكيو مطالبو ډكوي))[2320].

 

سورة التكوير

د تكوير سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت مطالب پر دوو چورلیځونو چورلي: ١- ددې نړۍ په پاى کې د قيامت نښې او د قيامت پيلامه. ٢- د قرآن حکیم او راوړونکي يې ستریا او په انسانانو کې يې اغېز[2321].

((إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ . وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ . وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ . وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ . وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ . وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ . وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ . وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ . بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ . وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ . وَإِذَا السَّمَاء كُشِطَتْ . وَإِذَا الْجَحِيمُ سُعِّرَتْ . وَإِذَا الْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ . عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا أَحْضَرَتْ =))

1 تر 14_ د قيامت ځانګړي شرايط: په دې آيتونو كې د نړۍ د پاى او د قيامت د پيل ټكان وركوونكيو پېښو ته په لنډو اشاره شوې، چې انسان ته په عجيبه عوالمو كې چكر وركوي. په دې لنډو كې، څلور اوڅار شوې نښې توضح كېږي: لومړى آيت وايي: ((چې كله لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي)) نن پوهان ګروهن دي، د لمر كومه انرژي، چې په تشیال – فضا كې خپرېږي، له اتومي چاودنو ترلاسه كېږي، چې سونګ یې هايدروجن او ايره يې هيليوم دى؛ نوځكه په هر شواروز كې له لمره درې سوه او پنځوس زره ميليونه (000 000 000 350) ټنه د لمر له تبۍ كمېږي، چې لاملېږي سوكه سوكه ډنګر او تت شي؛ كه څه په اوسنيو شرايطو كې، ددې تبۍ د ستریا په پار، ددې مقدار كمېدل په وضع كې يې سملاسي اغېز نلري. همدا مانا په نورو اسماني كراتو هم تطبيقېږي. دا پېښه همدا اوس هم په هستۍ كې روانه ده؛ خو سوكه سوكه؛ خو د نړۍ په پاى كې سختېږي او د توندو او ناڅاپي ځنځيروي پېښو په لړ كې دا غونډال نړېږي او د الله تعالی په حكم ددې نړۍ عمر پاى ته رسي[2322]. په پينځم آيت كې لولو: ((او چې كله وحشي ځناور راټول كړاى شي)). ډېرى مفسران ګروهن دي، چې دا آيت د قيامت په محمکه كې د وحشي څارويو حشر ته اشاره ده؛ ځكه په خپله نړۍ او د خپلې پوهې په چاپېريال كې مسووليتونه لري او كه پر يو بل يې څه تېرى كړى وي، هلته كسات ترې اخستل كېږي[2323]، دا احتمال هم وركړاى شوى، چې آيت دا ټكي څرګندوي. هغه ژوي، چې په عادي حالت كې يو له بله لرې وو او سره ډارېدل او تښتېدل، د قيامت د پېښو له سختۍ، ټول څيزونه هېروي او سره راټولېږي، چې ښايي په راټولېدو يې ډار كم شي. اووم آيت وايي: ((او چې كله هر څوك له خپل ساري سره يو ځاى شي)) په قيامت كې، صالحان له صالحانو سره او بدچاري به له بدچاريو سره وي او ددې نړۍ پرخلاف، چې ټول يو له بل سره ګډوډ دي، كله د مؤمن ګاونډ، مشرك دى او كله په مېړه او مېرمن كې يو بد وي. قيامت، چې د بېلتون ورځ ده، دا ليكي پوره بېلېږي. دا احتمال يې هم وركړى، چې جنتيان له جنتي حورو سره او دوزخيان له شياطينو سره يوځاى كېږي. 11 آيت وايي: ((او چې كله (د حقيقتونو) له اسمانه پرده لرې شي)) مفسرانو ويلي: كو مې پردې، چې په دنيا كې د توکیزې نړۍ او پاسنۍ نړۍ ترمنځ اچول شوي او ددې خنډ دي، چې خلك پرښتې يا جنت او دوزخ وويني؛ يوې خوا ته كېږي او انسانان د هستۍ حقايق ويني. ځينې مفسران وايي، دا آيت تر قيامت وړاندې پېښو ته اشاره ده او مطلب ترې، د اسمانونو او د هستۍ د غونډال رانغښتل دي؛ لكه چې په ډېرو آيتونو كې دا مطالب ياد شوی دی.[2324]

((إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ . ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ . مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ =))

19 تر 21_ د پرښتو مشره: په دې آيتونو كې د الهي وحې استازې؛ حضرت جبرائيل امین ته پینځه ځانګړنې يادې شوې، چې هر جامع الشرايط استازي ته پکار دي. ړومبۍ ځانګړنه يې دا ده، پتمن او عزتمن دى، چې دا يې وجودي ارزښتت دى. دويمه ځانګړنه يې ځواك دى. دا تعبير ورته په دې پار دى، چې د الهي ستر پېغام موندو او دقيق ابلاغ ته يې ستر ځواك پکار دى او له آره هر استازى بايد د خپل رسالت په چاپېريال كې ځواكمن وي. بله ځانګړنه يې داده، چې د لوړې مرتبې خاوند دى. پرښتې په اسمانونو كې د جبرائيل اطاعت كوي او امين دى. له رواياتو ګټنه كېږي، چې كله له جبرائيل امين سره د قرآن حکیمي آيتونو ابلاغ ته ګڼ شمېر پرښتو ملګرتوب كاوه او بېشكه پرښتو يې منله[2325]، ان له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې د اسمان ګردو پرښتو؛ لكه د دوزخ څارنو پرښتو د حضرت جبرائيل حكم مانه[2326].

 

سورة الانفطار

د انفطار سورت ټوليزه منځپانګه: په قيامت پورې اړوند موضوعات یې رانغاړلي دي[2327].

((يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ= ))

6_ د الله پروړاندې غره كېدل: دې آيتونو انسان د خپل انسانيت له پلوه مخاطب كړى او د هغه الله پروړاندې يې درولى، چې هم ((رب)) دى او هم ((كريم))؛ د خپل ربوبيت له مخې يې د انسان ملاتړ كړى، د ده روزنه او تكامل يې پر غاړه اخستى او د خپل كرم له مخې يې د خپلو نعمتونو پر دسترخوان كېنولى او له ټولو توکیزو او مانیزو پېرزوينو يې برخمن كړى او څه بدلې ته يې سترګې پر لار نه دى، ان تېروتنې يې ناليدلي ګڼي او په خپل كرم يې بښي. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې راغلي، چې ددې آيت د لوست پرمهال یې وويل: ((ناپوهۍ يې هغه پېسمن – مغرور كړى دى[2328]))

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ . كِرَامًا كَاتِبِينَ . يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ =))

10 تر 12_ د كړنو څارونكي: دلته له ((محافظين)) نه مراد، د انسانانو د ښو او بدو كړنو څارونكي پرښتې دي، چې د قرآن حکیم په نورو آيتونو كې هم اشاره ورته شوې ده. (وګورئ: ق_17 څرګندنه) په يوه روايت كې لولو، چې امام صادق رحمة الله علیه وپوښتل شو: پوهېږو، چې الله پر رازونو او تر خوالو پر ډېرو پټو هم پوهېږي؛ نو دا د انسانانو د ښو او بدو كړنو د كښلو د ګومارل شويو پرښتو د شتون علت څه دى؟ امام وویل: ((الله دا پرښتې خپلې نمانځنې ته راوبللې او پر خپلو بندګانو يې ګواه كړې، چې بندګان یې د څارنې په پار، ډېر د الهي عبادت څارن وسي او له سرغړونې يې ډېر خپه وي. ډېر ځل كوم بنده د ګناه هوډ نيسي، بيا دا دوه پرښتې وريادېږي او له ناپوهۍ لاس پر سرېږي او ډډه كوي او وايي: پالوونكى مې ويني او زما د كړنو څارونكې پرښتې هم پردې موضوع ګواهي وركوي. پردې سربېره، الله د خپلې لورنې له مخې، دوى پر بندګانو ګومارلي، چې د الله په حكم سرغړاند شياطين ترې لرې كړي او همداراز د ځمكې ځناور او ډېر ناليدلي آفات ترې د الله د فرمان [د وګړيو مرګ] د رارسېدو تر وخته لرې كړي)). له دې روايته ګټنه كېږي، پرښتې د كړنو د ثبت پر دندې سربېره، دا دنده هم لري، چې انسانان له پيكه پېښو او د شياطينو له وسوسو هم وساتي[2329]. الله ددې پرښتو څلور ځانګړنې يادوي، چې يو د بل لازم او ملزوم دي. لومړۍ ځانګړنه؛ د انسانانو د كړنو څارونكي دي. دويم، په ((كرام)) (د كريم جمع) لفظ يې يادې كړي، چې عزتمنې دي. كه څه دوى د انسانانو د كړنو د ثبت دنده لري؛ خو دا چار په تاوتريخوالي نه كوي؛ بلكې په مهربانۍ او عزت يې كوي. ځينو ويلي، عزتمني یې په دې پار ده، چې ځینې چارې بې درنګه له لس ګرايه بدلې سره ليكي او د بدو كړنو كښل څو ساعته ځنډوي، ښايي د كړنې خاوند توبه وكاږي. كله هم ويل شوي، عزتمني په دې پار ده، چې ښې چارې اسمانونو ته وړي او په پرښتو كې يې خوروي؛ خو بدې چارې د الله له ستار العيوب والي په الهام پټوي. درېيمه ځانګړنه يې، كاتبين (ليكونكي) دي، چې د بنيادم د كړنو د ساتنې څرنګوالى راښيي او داچې دا ساتنه او كښنه، هر اړخيزې پوهې ته اړتيا لري، په څلورمې ځانګړنې كې وايي، ((هغوى پوهېږي، چې تاسې څه كوئ)). دا ماناکړن – تعبير؛ د انسان خبرې، د غړيو كړنې او هم زړګنۍ كړنې رانغاړي[2330].

 

سورة المطففين

د مطففين سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت، ډنډه ماران په دې ګواښي، چې په قيامت کې خپلې سزا ته راپاڅول کېږي او دا مطلب غځوي او د قيامت پر ورځ، په جنت او دوزخ کې، چې پر نېکچاريو او بدچاريو څه تېرېږي، سورت پرې پاى ته رسوي[2331].

((كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ . كِتَابٌ مَّرْقُومٌ =))

7 تر 9_ سجين او عليين: ددې آيتونو په تفسير كې، دوه نظريې شته: 1_ له كتابه مراد، د انسانانو كړنليك دى، چې هر کوشنى او غټ كار پكې بې له څه زياتي كمي كښل شوى دى. ددې تفسير له مخې، سجين، چې د زندان او بند پر مانا ده، يو هر اړخيز كتاب دى، چې د ټولو بدچاريو كړنليكو نه پكې راټول شوي دي. پروړاندې يې د ټولو نېكچارو كړنې د ((عليين)) په نامه؛ يعنې پاسني ځاى كې راټولېږي. 2_ كتاب په دې آيتونو كې د مكتوب(يو كښل شوي څيز) پر مانا ده او مراد ترې، برخليك او الهي پرېكنده حكم و او له سجين مراد، جهنم او له عليين مراد، جنت دى. ددې تفسير له مخې، د آيتونو مانا داده، كوم برخليك، چې الله بد چاريو ته د خپلو ګناهونو په پار ټاكلى، په جهنم كې يو زندان دى او نېكچاريو ته، چې كوم برخليك ټاكل شوی، د جنت لوړې درجې دي. له امام باقررحمة الله علیه نه په يو حديث كې لولو: ((سجين اوومه ځمكه او عليين اووم اسمان دى (ښايي ډېر كوزني او پاسني ځاى ته اشاره وي))) له ګڼ شمېر رواياتو هم ګټنه كېږي، كو مې كړنې، چې د الله د قرب وړ نه وي، لوېږي او په سجين كې پرېوځي[2332].

((كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ =))

14_ ګناه؛ د زړه زنګ: دا آيت او د قرآن حکیم ډېری آيتونه، دا حقيقت راڅرګندوي، چې ګناه، زړه تياره كوي. هو! دا د ګناه ستر اغېز دى، چې د پوهې رڼا او د تشخيص حس له منځه وړي او زړه پر ورستې جبې اړوي. په دې حال كې، انسان لار او څاه پېژنداى نشي او هېښنده تېروتنې ترې راولاړېږي، چې ټول هېښوي. له رسول الله(ص) نه په يو روايت كې لولو: ((چې بنده ګناه كوي؛ نو په زړه كې يې يو تور ټكى پيدا كېږي، كه توبه وباسي، له ګناه لاس واخلي او بښنه وغواړي، زړه يې پاكېږي او كه بيا هم ګناه وكړي، توروالى يې ډېرېږي، چې ټول زړه یې ونيسي، دا هماغه زنګ دى، چې په دې آيت كې اشاره ورته شوې ده.)) دا ټكى هم پاموړ دى، انسان د خپلې ګناه په دوام، شېبه په شېبه ډېر په روحي تياره كې ډوبېږي او تردې ځايه رارسي، چې ګناهونه د حسناتو په بڼه ويني او كله بنيادم په خپلو ګناهونو وياړي. په دې پړاو كې پر مخ يې د توبې ور بندېږي او دا يو انسان ته شونی خطرناك حالت دى[2333]. له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: پلار مې ويل: ((ګناه زړه ورستوي، زړه د ګناه تر اغېز لاندې راځي او سوكه سوكه پرې اغېز پرېباسي، چې پرې لاسبرى شي، په دې وخت كې زړه اپوټه او پورته يې ښكته كېږي)). ښكاره ده، چې د زړه له اپوټه كېدو مطلب، د بنيادم د تشخيص او پېژندو د حس بدلېدل دي؛ تردې چې له ګناه سره د مينې له لامله، بدي ښه بولي او ښه بد بولي او دا ډېر خطرناك پړاو دى[2334].

((يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ . خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ . وَمِزَاجُهُ مِن تَسْنِيمٍ =))

25 تر 28_ تسنيم؛ غوره جنتي شراب: د تسنيم چينه، يوه چينه ده، چې د پورته كېدو او لوړېدو لاملېږي. ښايي دا نامه ايښوونه له دې نظره وي، چې مقربان یې په څښلو د الهي قرب مقام او د حق په رڼا كې فنا ته نژدې او ښه ورنژدې كېږي. په قمي تفسير كې راغلي: ((د جنتيانو غوره شراب [ يو ځانګړى څښاك دى، چې] له پاسه (د څڅوبي په څېر) ورځي او هغه يو چينه ده، چې مقربان یې ترې څښي او مقربان آل محمد دي. . . دوى نږه تنسيم څښي او نور يې (له پاكو شرابو سره))). هو! دا چينه هم له مكاني پلوه لوړ موقعيت لري او له پاسه رابهېږي او هم د مانيز اغېز له لامله، چې روح په ډېر اوچت جذب كې، په سرباندې روحاني نېشه كې ډوبوي او د الهي قرب مقام ته يې وررسوي[2335]. په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو: هغوى چې د دنيا له چټلو شرابو سترګې پټې كړي يا تږي خړوب كړي يا خپه مؤمنان خوشحال كړي؛ نو د جنت له رڼو او سرغړليو شرابو خړوبېږي[2336].

سورة الانشقاق

د انشقاق سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د قيامت جوړېدو ته اشاره لري او یادوي، چې انسان د خپل پالونکي پر لور وردرومي، چې ورسره مخ شي او په هغه تمځي کې يې کړنليک حسابېږي.[2337]

((يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ =))

6_ د مطلق كمال پر لوري كړمنه هڅه: دا آيت د ټولو انسانانو په ژوند كې يو بنسټيز آر ته اشاره لري او هغه داچې ژوند همېش له كړاوونو سره اخږل شوى دى؛ ان كه موخه، دنیوي ګټې ته د ورسېدو لپاره وي، دا خو لاڅه چې موخه، آخرت، تلپاتې نېكمرغي او د پالونكي قرب وي. دا د دنيوي ژوند طبيعت دى. ان كوم وګړي، چې خورا سوكاله اوسي، له كړاوه بچ نه دي. دلته له پالوونكي سره د ملاقات او ليده كاتو تعبير (كه د قيامت د صحنې ملاقات ته اشاره وي، چې د مطلق حاكميت ډګر یې دى يا يې د بدلې او سزا ملاقات وي يا په باطني مشاهدې پخپله د الله ملاقات وي) راښي، چې تر هغې ورځې به دا كړاو دوام مومي او هله به پاى مومي، چې ددې نړۍ دوسيه وتړل شي او انسان په خپلو پاكو كړنو له خپل الله سره ملاقات وكړي. هو! يوازې هلته بې كړاوه راحت دى. له امام سجاد رحمة الله علیه نه په يو له مانا ډك روايت كې لولو: ((په دنيا كې او دنياوالو ته راحت نشته، راحت يوازې جنت او جنتيانو ته پنځول شوى دى. كړاو په دنيا كې پيدا شوى او دنياوالو ته او (په همدې دليل) يو ترې هله څه پيمانه ترلاسه كولاى شي، چې د حرص دوه ګرايه یې په برخه شي او هغوى چې ډېره دنيا لري، ډېر نشتمن دي؛ ځكه د خپلو شتمنيو د ساتلو لپاره د نورو اړمن او (ساتنې ته يې) ټولو دنيوي وزلو ته اړمن دي؛ نوځكه په دنيوي شتمنۍ كې هم راحتي نشته)) روسته امام تر روايت لاندې ويلي: ((په دنيا كې د الله دوستان كله هم د دنيا په پار كړاوونه نه كاږي؛ بلكې په دنيا كې يې كړاوونه د اخرت لپاره دي))[2338].

((لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ= ))

19_ همېش اوړئ: دې آيت ته يې ډول ډول تفسيرونه كړي دي: 1_ مراد، هغه جلا جلا حالات دي، چې انسان یې د الله او مطلق كمال پر لور له كړښته په ډكه لار كې پيدا كوي؛ ړومبۍ دنيا، بيا برزخ او ورپسې قيامت او حالات يې. 2_ منظور، هغه حالات دي، چې انسان یې د څاڅكي له وخته تر مرګه پيدا كوي او ځينې تر اوه دېرشو پورې شمېرلي دي. 3_ مطلب، هغه بېلابېل حالات دي، چې انسان یې په دنيوي ژوند كې مومي؛ لكه روغتيا، رنځوري، خپګان؛ خوشحالي، سختي، اساني، سوكالي، سوله او جګړه. 4_ منظور هغه حالات او سختۍ دي، چې انسان په قيامت كې ورسره مخېږي، چې له حسابه وزګار شي او هر څوك د خپل چار په پايلو (جنت او دوزخ) پسې ولاړ شي. 5_ مراد، هغه حالات دي، چې په مخكې اقوامو كې راپېښ شوي، هماغه ترخې او خوږې پېښې، ډول ډول دروغ ګڼل او د مخالفانو نټې – انکار، چې په دې امت كې هم راپېښېږي. دا مانا له امام صادقرحمة الله علیه نه په يو روايت كې راغلې ده؛ البته دا ټول تفسيرونه سم دي او شونې ده دا ټول پړاوونه او بدلونونه راونغاړي، چې انسان یې د خپل ژوند په بهير كې وهي. په هر حال، ددې حالاتو را پيدا كېدل او د انسان په يوه حالت کې نه پاتېدل، له يوې خوا يې پر مخلوق والي دليل او خالق درلودو ته يې اړتيا ده؛ ځكه هر متغير حادث دی او هر حادث (پيدا شوى) يو پیدا كوونكى غواړي. بلخوا ددې نړۍ ناپايښتۍ ته يو دليل دى او همداراز يوه نښه ده، چې انسان د خپل پالوونكي ذات پر لور په همېشني حركت كې دى او ورستنېږي[2339].

سورة البروج

د بروج سورت ټوليزه منځپانګه: د بروج سورت اريزه موخه، د دښمنانو د ربړونو پروړاندې د مؤمنانو د روحيې پياوړې کول او زغم ته يې راهڅونه ده. [2340]

((وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ =))

۳_ شاهد او مشهود: مفسرانو ددې دوو کلمو په اړه له دېرشو زيات تفسيرونه كړي دي. پوهېږو، چې شاهد د ګواه او مشهود د هغه څه پر مانا دى، چې ګواهي پرې وركول كېږي. دې مانا ته په پامنيوي، تر ټولو دا مناسبه ده، چې شاهد د قيامت د ورځې ګواهانو ته اشاره ده؛ د اسلام رسول الله يا نور انبيا عليهم السلام، پرښتې، د بنيادم د بدن غړي او شپه و ورځ، چې هر يو به د انسان د كړنو په اړه شهادت وركړي او مشهود، انسانان يا يې كړنې دي[2341].

((قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ =))

4_ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ: ((أُخْدُودِ)) د سترې كندې يا خندق پر مانا ده او دلته ترې منظور له اوره ډك خندقونه دي، چې ربړوونكيو پکې مؤمنان ورغورځول او سوځول. داچې دا پېښه په كوم وخت او قوم پورې تړاو لري، مفسرانو او تاريخپوهانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو د ((حِميرَ)) د روستي پاچا (د يمن يو مشهور ټبر) ((ذونواس)) پېښه تر ټولو مشهوره ده. ذونواس (د حضرت عيسى علیه السلام تر بعثت روسته) د يهودو دين غوره كړ او د حمير ټبر هم ورسره ومنله. څه وخت روسته يې خبر كړ، چې د يمن په شمال ((نجران)) كې اوس هم يو شمېر پر نصراني دين دي. د ذونواس هم مسلكانو، هغه اړ كړ، چې نجرانيان د يهودي دين منلو ته اړكړي. ذونواس نجران ته وخوځېد او اوسېدونكي يې راټول كړل او يهودي دين ته يې راوبلل او پر منلو يې ټينګار وكړ؛ خو هغوى خپل دين پرېښنود. ذونواس د ستر خندق د ايستو امر وكړ، لرګي او خس يې پكې واچول او اور يې پكې بل كړ. يو شمېر يې ژوندي پكې وسېځل، يو شمېر يې په تورو ووژل او ټوټه ټوټه يې كړل؛ داسې، چې د سوځېدليو او وژل شويو شمېر شل زره تنه شو. ځينو ويلي، په دې ترڅ كې، د نجران يو تن انصاري وتښتېد او د روم قيصر ته يې ځان ورساوه او له ذونواسه يې شكايت وكړ او مرسته يې ترې وغوښته. قيصر وويل: ستاسې سيمه رانه لرې ده؛ خو د حبشې پاچا ته ليك كښم، چې مرسته درسره وكړي؛ ځكه مسيحي او ګاونډى مو دى. بيا يې د حبشې پاچا ته ليك وكښه او د مسيحيانو غچ اخستو ته يې وباله. نجاشي، چې له پېښې خبر شو، يمن ته يې لښكر ورولېږه او ذونواس ته يې ماتې وركړه او د ده ډېر ياران يې ووژل شول او په دې توګه يمن نجاشي ونيو او هغه بې رحمه ربړوونكي په قيامت كې پرسوځند اور سربېره، په همدې دنيا كې هم په الهي عذاب كې راګېر شوو.[2342]

((بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ. فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ =))

21 او 22_ قرآن حکیم مجيد په لوح محفوظ كې دى: ((مجيد)) د ((مجد)) له مادې (د شرافت او جلالت د پراخوالي پر مانا) او د قرآن حکیم په باب دا مانا پوره رښتوني ده؛ ځكه منځپانګه يې ستره او مانا يې اوچته ده؛ هم په پوهاويو او ګروهو كې او هم په اخلاقو، مواعظو او سننو كې. له لوح محفوظ مطلب، يو پاڼه ده، چې قرآن حکیم مجيد پرې ثبت او ضبط شوى دى؛ خو نه په موږ كې د دوديزو لوحو په څېر. په نظر رسي، چې لوح محفوظ، د الله د علم پاڼه وي، چې د هستۍ لروبر رانغاړي او له هر ډول ادلون بدلون او اوړونې خوندي او ساتلې ده. هو! قرآن حکیم د حق له بې پايه پوهې سرچينه نيولې؛ نه د بشري اند زېږنده ده او نه د شيطان القاء، او منځپانګه يې پردې ادعا شاهدي وركوي[2343].

سورة الطارق

د طارق سورت ټوليزه منځپانګه: د طارق سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت مطالب پردوو چورلیځونو چورلي: ١- معاد او د قيامت ورځ. ٢- د قرآن حکیم اهميت او ارزښت[2344].

((وَالسَّمَاء وَالطَّارِقِ =))

1_ شپه ځپونكى: ((طارق)) د ((طَرق)) له مادې او د ځپلو پر مانا ده او داچې د شپې يې د كورونو ورونه بندول او چې څوك به د شپې راتله، ناچار و، ور ووهي؛ نو هغوى چې د شپې راتلل، طارق ورته وايي؛ خو دلته قرآن حکیم پخپله طارق تفسير كړى دى او وايي: دا شپنى مسافر هماغه ځلاند ستورى دى، چې په اسمان كې راښکاره كېږي او دومره لوړ دى، ته وا د اسمان چهت سورى كوي او رڼا یې دومره تېزه ده، چې تيارې څيرې كوي او سترګې برېښوي. په ځينو رواياتو كې، دا ستورى په زحل تفسير شوى، چې د لمريز غونډال يو ډېر روڼ ستورى دى[2345].

((إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ =))

13_ دا خبره خو څه ټوكه نه ده: الله په دوه مخكې آيتونو كې پر اسمان او ځمكې قسم ياد كړى او په دې آيت كې څرګندوي، چې ولې یې قسم خوړلى دى. هو! قرآن حکیم يوه خبره ده، چې حق او حقيقت له باطلو او دروغو بېلوي او داسې خبره نه ده، چې كوم غير جدي مطلب پكې وي؛ نو چې څه قرآن حکیم حق بولي، بېشكه حق دى او څه چې قرآن حکیم باطل ښيي، بېشكه باطل دى.[2346] له اميرالمؤمنين علي (ك) روايت شوى، ((د اسلام ګران پېغمبر ويلي: ژر دركې فتنه راولاړېږي. و مې ويل: رسول الله! د ژغورنې لار ترې څه ده؟ و یې ويل: قرآن حکیم دى، چې د مخكېنيو او راتلونكيو حالاتو او ترمنځ مو ورمندون پكې دى. هغه كلام دى، چې حق له باطلو بېلوي. جدي دى او ټوكې پكې نشته. هر جبار يې چې پرېږدي، الله يې ځپي او چې څوك بې له قرآن حکیمه هدايت غواړي، الله يې بېلاروي[2347])).

سورة الاعلى

د اعلى سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له دوو برخوړ شوى دى: ١- په لومړۍ برخه کې د خبرې مخه پخپله رسول الله ته ده او د پالونکي د تسبيح او د رسالت په سر ته رسولو کې سپارښتنې ورته کوي او د الله تعالی اوه ګونې ځانګړنې شمېري. ٢- په دويمه برخه کې د خاشع مؤمنانو او بدمرغه کافرانو په هکله خبرې شوي او ددې دواړو ډلو د نېکمرغۍ او بدمرغۍ لاملونه يې په لنډ ډول بيان کړي دي[2348].

((سَنُقْرِؤُكَ فَلَا تَنسَى =))

6_ الهي آيتونه به دې هېر نشي: دا آيت رسول الله (ص) ته ژمنه وركوي، چې آنحضرت (ص) به په الهي پېرزوينې بيخي الهي وحې هېره نكړي؛ هغه چې د انسانانو ښيون ته دا ستر آيتونه رالېږلي، هماغه يې پاسوال دى. هو! هغه د رسول الله(ص) په سپېڅلې سينه كې ددې آيتونو نخچ ثابت ساتي؛ داسې چې د هېر دوړي پرې كېنني. دا د رسول الله(ص) له معجزو ځنې ده، چې آيتونه او اوږده سورتونه د حضرت جبرائيل په يو ځل ويلو خپل ياد ته سپاري او همېش يې ياد وو او څه يې ترې نه هېرول[2349].

((إِلَّا مَا شَاء اللَّهُ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَى =))

7_ له ((الا ماشاء الله)) مطلب څه دى: ددې مانا کړن – تعبير مفهوم دا نه دى، چې رسول الله څه الهي آيتونه هېروي، كه نه وينا به يې بې ډاډه شي؛ بلكې موخه يې داده، چې د الهي آيتونو د ياد پېرزوينه د الله له لوري ده او هغه چې هره شېبه وغواړي، له خپل پېغمبره يې اخستاى شي. دا آيت هغه څه ته ورته دى، چې په ((هود_108)) كې د جنتيانو د خلود او تلپاتېتوب په باب راغلى دى: ((او هغوى چې نېكمرغه شوي، چې اسمانونه او ځمكه وي، په جنت كې به اوسي؛ خو داچې پالونكى دې وغواړي. . .)) جوته ده، چې جنتيان هډو له جنته نه وځي؛ نوځکه ((الا ماشاء الله)) د پنځون په پيل او پايښت كې د الله د ارادې حاكميت، ځواک او داچې هرڅه د الله په ارادې پورې تړاو لري، يوه اشاره ده. هغه يو چار، چې پر دې مانا ګواهي وركوي، په انسانانو کې د ځينو خاطرو ياد او د ځينو يې هېر دى؛ نوځكه، مطلب د ټول قرآن حکیم او اسلامي احكامو ياد ساتل دي[2350].

((بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا. وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى =))

16 او 17_ آخرت غوره او پايښتى دى: بېشكه دا قرآن حکیمي شمېرانه – محاسبه مؤمن ته پوره څرګنده ده؛ خو بيا هم څنګه يو مؤمن دا پوهه لتاړي او ګناهونه كوي؟ دا پېښه پر انسان د شهوت له لاسبرۍ راولاړېږي، چې سرچينه یې د دنيا مينه ده. د دنيا مينه (له شتمنۍ، مقام، جنسي شهوت، ځان لوړ ګڼل، كسات او. . .)) كله د انسان په روح كې داسې توپانونه رادبره كوي، چې ټول معلومات یې له منځه وړي او ان كله يې د نو مېرنې – تشخيض او پېژندګلوۍ حس له منځه وړي او په پايله كې دنيوي ژوند پر اخرت ړومبى بولي. داچې په اسلامي رواياتو كې د دنيا مينه د ټولو ګناهونو سرچينه ښوول شوې، يو عيني او محسوس واقعيت دى، چې څو ځل مو په خپل او د نورو په ژوند كې ازمېيلى دى. نوځكه د ګناه د جرړې د غوڅولو لپاره، يوازينۍ لار دا ده، چې له زړه نه د دنيا مينه وباسو. بايد دنيا ته د وزلې، لارې، پل يا كرنې په څېر ووينو. شونې نه ده، چې د دنيا مينوال د ((نړۍ د ګټې)) د لاس ته راوړو او د ((الله رضا ته)) د ورسېدو په هيله، په دې دوه لارې كې دويمي ړومبى وبولي. كه د جګړو علتونه (ان د روڼو، خپلوانو او دوستانو ترمنځ) تر غور لاندې ونيسو؛ نو په ټولو كې د دنيا د مينې پښه نښتې وينو. خو څنګه له زړه د دنيا مينه لرې كولاى شو؛ سره له دې، چې موږ ټول د دنيا اولاده يو او له مور سره د اولاد مينه يو پنځیز – طبيعي چار دى؟ دا انديزې، فرهنګي او ګروهيزې زده كړې او بيا د نفس پاكوالي ته اړتيا لري. په دې بهير كې د دنيا پالو د كار پاى ته كتنه د دينوالو لاسنيوى كړاى شي. په تاريخ كې وينو، چې يو باد د سترو ځواكونو د واكمنۍ ټغر راټول كړى او په يوه شوا روز كې يې د ځواك له تخته راپرځولي او خپلې ماڼۍ او شتمنۍ يې پرېښي او تښتېدلي دي، چې دا مو ښوونكى او ورماند – واعظ دى[2351].

 

سورة الغاشية

د غاشيه سورت ټوليزه منځپانګه: د دي سورت منځپانګه پر درېيو چورلیځونو چورلي: ١- معاد او د ګناهګارانو او مؤمنانو پايله. ٢- توحيد او په خلقت کې د الله تعالی نښو ته پاملرنه. ٣- نبوت او د رسول الله(ص) د دندو د يوې برخې بيان[2352].

((أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ =))

۱۷_ تر هرڅه وړاندې د اوښ پنځون ته اشاره: اوښ د مكي عربو خورا مهمه شتمني وه او شپه و ورځ يې ورسره سرو كار و او قرآن حکیم يې پام د خپل ژوند خورا مهمې وزلې ته ور اړولى دى. پردې سربېره، دا څاروى هېښنده ځانګړنې لري، چې له نورو ژويو یې بېلوي او په حق د الله تعالی له سترو نښو ځنې يوه نښه ده؛ لكه: 1_ د ځينو څارويو يوازې له غوښو ګټنه كېږي، د ځينو غالباً له شيدو يې او ځينې يوازې سورلۍ يا د پېټي وړو ته مناسب دي؛ خو اوښ انسان ته دا ټولې ګټې وررسوي. 2_ اوښ، غړیالی اهلي څاروى دى؛ لكه چې پروت وي، دروند پېټى پرې ږدي او په يوه حركت راپاڅي؛ خو نور څاروي دغسې ځواك نلري. 3_ اوښ هره ورځ اوږده واټنونه وهي او له سختو سيمو او شګلنو ځايونو تېرېږي، چې د بل څاروي له وسې پوره نه ده؛ نوځكه عربو بېديانۍ بېړۍ ورته ويلې ده. 4_ پر خوړو يې کم لګښت كېږي او هر ډول اغزي او واښه خوري. 5_ په نامناسبو شرايطو كې، د بېدياوو په توپانونو كې، چې سترګې او غوږو له كاره لوېږي؛ نو دوى په هغو ځانګړنو وزليو، چې الله تعالی یې د سترګو په ګاټو، غوږونو او پوزې كې ايښي مقاومت كوي او خپله لار وهي. 6_ اوښ له خپل ټول زور سره سره، يو ايل څاروى دى، داسې چې يو کوشنى هلك د يو كتار اوښانو پړى په لاس كې نيسي او هرځاى ته يې وړاى شي[2353].

سورة الفجر

د فجر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه له څلورو برخو جوړه شوې ده: ١- د ظالمانو ګواښنې ته ګڼ شمېر قسمونه. ٢- يو شمېر مخکېنيو سرغړاندو اقوامو ته اشاره او دردناکه پايله يې.

٣- په نعمتونو او ستونزو ازمېښت ته اشاره. ٤- معاد او د مؤمنانو او کافرانو برخليک[2354].

((وَالْفَجْرِ . وَلَيَالٍ عَشْرٍ . وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ . وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ =))

1 تر 4_ قسمونه: مفسرانو ددې آيتونو په تفسير كې ډېرې خبرې كړي؛ خو مناسبه يې داده، چې په لومړي آيت كې، له ((فجر)) (سپېده چاود) نه مطلب، ګرد ګهيځونه دي؛ لكه چې الله د قرآن حکیم په ګڼ شمېر آيتونو كې د شپې او ورځې په بېلابېلو وختونو قسم ياد كړى دى. ښايي مراد ترې، د لوى اختر د ورځې (د ذى الحجې لسم) سپېدې چاود وي؛ خو له لس ګونو شپو منظور، احتمالاً د ذى الحجې له لومړى تر لسمې شپې دی. همدغسې جفت او طاق پر ((تروِيه)) (د ذى الحجې اتم) او عرفې ورځ (د ذى الحجې نهم) تطبيقېدونكي دي. ښايي له دې څرګندونو ګټنه وكړاى شو، چې دا قسمونه د حج د روحاني او پرتمینو مراسمو وختونو ته شاره وي[2355]. روستى قسم دادى: ((او قسم پر شپه، چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي)) څه په جالب تعبير، چې روانېدل یې پخپله په شپې پورې ورتړلي دي! ته وا شپه يو ژوندى موجود دى، چې حس او حركت لري، چې په خپله تياره كې ګام اخلي او د روښانو ګهيځ پر لور خوځي. هو! پر هغه تياره قسم ياد شوى، چې مخ یې رڼا ته دى؛ خوځنده تياره او نه ولاړه او ثابته. تياره هله بوږنوړې وي، چې ثابت او ولاړه وي؛ خو كه د رڼا پر لور پكې حركت وي؛ نو ارزښتناكه ده. ځينې روايات، چې د قرآن حکیم بطونو ته اشاره لري. وايي: ((فجر)) د حضرت مهدي په شتون، لس ګوني شپې له امام مهدي مخكې په لس ګونو شپو ((جفت)) په حضرت علي او حضرت زهرا او ((وَتر)) په رسول الله (ص) تفسير شوى دى[2356].

((وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا =))

22_ د الله راتلل: ((جاء ربك)) د مخلوقاتو حسابۍ ته د الله د فرمان د رارسېدو كنايه ده يا د الله د آيتونو عظمت او د نښو راښکاره كېدل يا پر هغه ورځ پالوونكی پوره پېژندل كېږي؛ داسې چې چاته د نمښتې ځاى نه پاتېږي؛ ته وا ټول يې بېسارى ذات په سترګو مشاهده كوي. په هر حال جوته ده، چې په حقيقي مانا د الله راتلل (چې لازمه یې جسم والى او په مكان كې لېږد دى) مانا نلري؛ ځكه الله جسم او خواص يې نلري. همدا مانا په ډاګه له امام رضا رحمة الله علیه نه په يوه روايت كې راغلې ده.[2357]

((وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى =))

23_ پر هغه ورځ، جهنم راوړل كېږي: له دې تعبيره ګټنه كېږي، چې جهنم خوځېداى شي او ګناهګارانو ته يې ورنژدې كوي؛ لكه چې د جنت په باب هم په ((شعراء_90)) كې لولو: ((جنت متقیانو ته ورنژدې كوي)). په رښتینه كې د قيامت د نړۍ حقايق سم څرګند راته نه دي او پر هغه ځاى واكمن شرايط له دې ځايه توپير لري او څه خنډ نشته، چې پر هغه ورځ جنت او دوزخ ولېږدېدل شي. له امام رضا رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((چې دا آيت رانازل شو، د رسول الله(ص) رنګ والوت، دا حالت پر اصحابو سخت پرېووت. ځينې علي (ك) ته ورغلل او پېښه يې وويله: علي (ك) ورغى او رسول الله(ص) يې په ولیو كې ښكل كړ و یې ويل: رسول الله! مورو پلار مې درځار، څه شوي؟ و یې ويل: جبرائيل راغى او دا آيت يې ولوست. علي (ك) وويل: جهنم څنګه راوړي؟ و یې ويل: اويا زره پرښتې يې په اويا زرو پړو راكاږي او راوړي يې؛ حال دا داسې سرغړاند دى، چې كه یې پرېږدي، ټول اور وهي. بيا زه جهنم ته درېږم او راته وايي: محمده! له تا سره مې كار نشته. الله دې غوښه راباندې حرامه كړې ده. پر هغه ورځ هر څوك وايي: ځان مې، ځان مې؛ خو محمد وايي: ((پالونكيه! امت مې امت مې[2358])).

((يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ . ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً . فَادْخُلِي فِي عِبَادِي . وَادْخُلِي جَنَّتِي =))

27 تر 30_ ډاډمن نفس: په تېرو آيتونو كې راغلي ول، چې دنياپال دوه حالته لري: د نعمتونو په منځه تګ كاواكه كېږي او د الهي پيرزوينو په پار سرغړاندېږي؛ حال دا پام یې نه دى، د نعمت ډېرښت يا يې نشتون دواړه الهي ازمېښتونه دي، چې ايا انسان د نعمت پروړاندې منندوى دى که نامنندوى او د كړاوونو پروړاندې زغمناك دى که بې زغمه. په دې آيت (ددې ډلې پروړاندې، چې ډېره دردناكه پايله ورته ياده شوې ده) كې بلې ډلې ته اشاره شوې، چې د ايمان په رڼا او د الله په ياد كې داسې ډاډمنتوب ورپرخه شوى، چې د الله په خوښه، راضي دى او ځان داسې بنده بولي، چې ځان د هېڅ ګټې او زيان خاوند نه ګڼي؛ هغوى دنيا يو مجازي ژوند او د ډېر ارزښتمن ژوند سريزه بولي او پكې درلودل او نه درلودل د الله ازمېښت ګڼي او په هر حال د بندګۍ په لار كې ټينګ ولاړ وي او له سمې لارې نه كږېږي. امام صادق وپوښتل شو: ايا شونې ده، مؤمن په خپل مرګ ناخوښ وي؟ و یې ويل: ((نه پر الله قسم، چې د مرګ پرښته یې ساه اخستو ته راشي؛ نو خپه كېږي. پرښته وايي: د الله دوسته! مه خپه كېږه. پر هغه قسم، چې محمد (ص) یې رالېږلى، تر مهربان پلار درباندې ډېره خواخوږې يمه، كه دلته حاضر واى، سترګې دې پرانزه او ووينه (هغه ويني)؛ رسول الله (ص)، اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه حضرت، فاطمه، حضرت حسن، حضرت حسین او د ځوځات امامان يې ويني. ورته ويل كېږي: دا رسول الله (ص)، اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه ، حضرت فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسين او امامان دي، چې ستا ملګري دي. هغه خپلې سترګې پرانځي او ويني. ناڅاپه د ستر پالوونكي له لوري يو وياند پرې غږ كوي او وايي: ((ای هغه چې پر محمد (ص) او كورنۍ يې ډاډمن وې، خپل پالونكي ته دې ورستون شه، حال دا پر ولايت (يې) خوښ يې او هغه يې په ثواب درنه خوشحال دى. په بندګانو كې مې ننوځه؛ يعنې په محمد (ص) او اهل بيتو كې يې او جنت ته مې ننوځه))؛ نو انسان ته تردې بل څه ګران نشته، چې ژر یې ساه له تنه بېله شي او له دې غږ سره يوځاى شي))[2359].

سورة البلد

د بلد سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت څرګندوي، چې انسان په رنځ او کړاو کې پنځول شوى او بايد په ټول ژوند کې سختۍ وزغمي؛ نو څومره غوره ده، چې د دنيا د سختيو پېټۍ يوسي، چې د آخرت سوکالۍ ته ورسي؛ که نه اخرت به يې هم د دنيا په څېر په سراسر سختۍ کې وي[2360].

((لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ. وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ =))

1 او 2_ ته په دې ښار كې وسې: په دې آيتونو كې له سپېڅلي ښاره مطلب، د مكې ښار دى. د مكې شرافت او ستریا ايجابوي، چې الله پرې سوګند ياد كړى؛ ځكه د توحيد او د الله نمانځنې لومړى مركز دى او سترو پېغمبرانو عليهم السلام ددې خونې طواف كړى دى؛ خو د ((وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ)) غونډله؛ نوى مطلب رانغاړي؛ دې ښار ستا په بركت دغسې ستریا موندلې، چې ددې سوګند وړ شوې ده. د سيمو ارزښت كله پكې د مېشتو انسانانو په ارزښت پورې تړاو لري؛ نوځكه قرآن حکیم په خپله د خپل قسم خوړو علت ياد كړى، چې هسې نه د مكې كافران وانګېري، قرآن حکیم د مكې خاورې يا يې بوتانو ته پر اهميت قايل شوى دى[2361].

((فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ . فَكُّ رَقَبَةٍ . أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ . يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ. أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ =))

11 تر 16_ ستغ ستونځ: هغه سخت پېچومى، چې نامنندوى انسانان كله هم ځانونه له ده نه د ورتېرېدو لپاره چمتو كړي نه دي؛ د يو لړ ښو كړنو ټولګه ده، چې خلكو ته د چوپړ او له بېوزليو سره د لاسنيوي په چورلیځ چورلي او هم د سمو او نږه ګروهو ټولګه ده، چې په راروستو آيتونو كې ورته اشاره شوې ده. له دې ستغ ستونځ تېرېدل، ددې په پامنیوي، چې ډېرى خلك له شتمنۍ سره سخته مينه لري، څه اسان چار نه دى. د نېكمرغۍ د لارې يو سخت پېچومى، د لوږې پرمهال پلارمړيو، خپلوانو يا پر خاورو ناست مسكينانو ته خواړه وركول دي.[2362]

سورة الشمس

د شمس سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د نفس پر پاکوالي او له ناپاکيو يې د سپېڅلتيا پر چورلیځ چورلي[2363].

((قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا =))

9_ ځان پاكول؛ ستره الهي دنده: څومره چې په يوه باب د قرآن حکیم قسمونه ډېر او ټينګ وي، موضوع ډېر اهميت لري، د قرآن حکیم په همدې سورت كې اوږده او ټينګ قسمونه دي؛ په تېره داچې درې ځل د الله پاك پر ذات قسم ياد شوى دى او په پاى كې په دې ټكي ډډه وهل شوې، چې بريا يوازې په تزكيه او پاكوالي كې ده او بدمرغي، ماتې او بې برخيتوب يې په پرېښوولو كې دى. په رښتینه كې د انسان د ژوند مهمه موضوع همدا ده، چې د انسان بريا نه د انګېرنو او خيالونو په اېل كې ده، نه د شتمنۍ او مقام تر سيوري لاندې او نه د نورو وګړيو په كړنو پورې تړاو لري -؛ لكه چې مسيحيان انګېري، د هر انسان بريا د مسيح عليه السلام په سرښندنه كې رانغښتې ده- او نه يې په څېر؛ بلكې د ايمان او صالح كړنو په رڼا كې د پاكسازۍ او روح د لوړتيا په ايل كې ده. د انسان بدمرغي او ماتې نه په جبري قضا او قدر كې ده، نه په الزامي برخليكونو او نه ددې او هغه د فعاليتونو معلول ده؛ بلكې يوازې او يوازې د ګناه او د تقوى له بهيره د كږېدو له لامله ده. په تواريخو كې راغلي د مصر د عزيز مېرمنې (زليخا)، چې كله يوسف علیه السلام د مصر د هېواد د خزانو خاوند، او پرې واكمن شو، ورسره يې وليدل او و یې ويل: ((حرص او شهوت، پاچايان مريان كړل او صبر و تقوا، بندګان پاچایان)) يوسف علیه السلام يې خبره تصديق كړه او دا الهي كلام يې ورته ووايه: ((چې څوك تقوى او زغم خپل كړي، الله د نېكچاريو اجر نه ضايع كوي[2364])).

 

سورة الليل

د ليل سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت آيتونه د قيامت، الهي ثوابونو او سزاګانو او د دوى د لاملونو په باب دي[2365].

((فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى =))

7_ توفيق؛ د تقوى او انفاق بدله: دا آيت دې مهم ټكي ته اشاره لري؛ هغوى چې د اطاعت، بنده ګۍ، تقوا او انفاق په بهير كې حركت كوي؛ نو الله يې ملاتړ كوي او توفيق ور په برخه كوي او په دې بهير كې يې حركت اسانوي. حقيقت دادى، چې په پيل كې صالح كړنې (د انفاق په څېر) انسان ته سختې دي؛ خو په بيا ځلي او دوام، كار دومره پر بنيادم اسانېږي، چې خوند ترې اخلي او پرېښوول يې ورته ستونزمن وي. ډېر داسې سخيان شته، چې پر دسترخوان د مېلمنو له شتونه خوشحالېږي او اپوټه كه يوه ورځ يې مېلمه نه وي، خپه وي، چې دا د ستونزو يو ډول اسانول هم ورته دي. په ټوليز ډول پر معاد او الهي سترو بدلو ګروهه، انسان ته د ډول ډول ستونزو زغمل دومره اسانوي، چې نه يوازې شتمني، چې ځان هم د اخلاص په لګن كې ږدي او د شهادت په مينه د جهاد په ډګر كې ګډون كوي او له دې سرښندنې خوند اخلي.[2366]

 

سورة الضحى

د اضحى سورت ټوليزه منځپانګه: روايت شوى، چې پينځلس ورځې پر رسول الله تېرې شوې؛ خو وحې پرې رانغله، مشرکانو وويل: د محمد پالونکي نوموړی خوشې کړى او دښمني يې ورسره ده. که رښتيا وايي، چې د الله له لوري ګومارل شوى، بايد همېش پرې وحې راتله. دلته دا سورت رانازل شو او د هغوى خبرې يې ځواب کړې. دا سورت رسول الله(ص) ته زېرى ورکوي، چې الله کله هم هېر کړى نه دى او زېرى ورکوي، چې هومره ور ډالۍ کوي، چې خوشحال شي. همدراز د پېغمبر مخکې ژوند ورانځوروي، چې څرنګه الله تعالی همېش خپلې لورنې پرې ورلورولې، له همدې لامله امر ورته کوي، چې ددې نعمتونو په منندوينه کې، پر پلارمړيو او نشتمنو ولورېږي او د الله نعمتونه څرګند کړي[2367].

((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى =))

5_ الله دومره دركوي، چې خوشحال شې: دا د پالوونكي د خپل ځانګړي بنده اوچت درناوى دى، چې وايي: ((او ژر به دې پالوونكى دومره دركړي، چې خوشحال شې)) په دنيا كې به پر دښمنانو بريالى شې، دين به دې ګرده نړۍ ونيسي او په آخرت كې به هم په سترو پېرزوينو كې راونغاړل شي. بېشكه رسول الله، چې روستى پېغمبر او د بشريت مشر دى؛ خوشحالي يې يوازې په خپلې بريا او ژغورنه كې نه ده؛ بلكې هله خوښېږي، چې د خپل امت په هكله یې شفاعت ومنل شي. په همدې دليل په رواياتو كې راغلي، دا آيت د قرآن حکیم مجيد له خورا هيلمنو آيتونو او د آنحضرت (ص) شفاعت منلو ته یو دليل دى. علي (ك) له رسول الله (ص) روايتوي: ((د قيامت پر ورځ، د شفاعت په تمځى كې درېږم او دومره د ګناهګارانو شفاعت كوم، چې الله وايي: محمده راضي شوې؟ وايم: راضى شوم))؛ البته څرګنده ده، چې د رسول الله(ص) شفاعت شرايط لري؛ نه د هر چا شفاعت كوي او نه هر ګناهګار دغسې شرايط درلوداى شي[2368]. د ((نساء_116)) [ بېشكه الله دا نه بښي، چې شرك ورسره وشي؛ خو له دې راښكته چا ته چې (څه) وغواړي (او وړ يې وبولي) بښي يې] په څرګندنه كې مو له علي (ك) يو روايت رواړى و، چې دا ((آيت یې د قرآن حکیم مجيد خورا هيلمن)) آيت ښوولى و. ددې آيتونو او رواياتو له څنګ په څنګ ايښوولو ويلاى شو، چې الله هغه نه بښي، چې شرك ورسره وشي؛ خو د ايمانوالو ګناهونه په رسول الله(ص) او نورو شفاعتګرو وربښي او په حقيقت كې دا دواړه آيتونه يو د بل ترڅنګ يوه مانا لري، نه یو له بله جلا.

((وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى =))

7_ له ضاله مراد[2369]:

((فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ =))

 9_ د پلارمړيو نازونه: په آيتونو او رواياتو كې، پلارمړيو ته ځانګړې پاملرنه شوې؛ ځكه له عاطفي پلوه ځينې كمښتونه لري، چې كه پوره نشي، ناسالمه هلكان او په ډېرى وختونو كې سخت زړي، جنايتكار او خطرناك خلك ترې جوړېږي، پردې سربېره، انساني عواطف ايجابوي، چې دوى هم د ټولنې د نورو اولادونو په څېر د ټولو د پاملرنې او ملاتړ وړ وي او هم پکار دي، چې انسان بايد د خپلو ماشومانو د ګاندې په اړه ډاډمن وي. له رسول الله(ص) نه په يوه حديث كې راغلي: ((چې پلار مړى ژاړي، د الله عرش لړزېږي. . .؛ نو الله وايي: ((زما پرښتو! تاسې ګواه نيسم، چې چا یې ژړا چوپه او زړه يې ورخوشحال كړ، د قيامت پر ورځ به يې خوشحال كړم)).[2370])) په بل روايت كې ترې لولو: ((چاچې د پلار مړي نازولو ته پر سر يې لاس راښكود؛ نو په قيامت كې به ترلاس لاندې يې د تېرشويو وېښتانو هومره رڼا وې ولري[2371])) البته په نننۍ پراخو ټولنو كې، مسلمانان بايد په دې باب په وګړيزو چارو بسياينه ونكړي؛ بلكې بايد خپل ځواکونه منسجم كړي او پلار مړي په سنجول شويو وټیزو، فرهنګي او ښوونيزو كړلارو كې وروزي، چې ټولنې ته وړ وګړي ترې ساز كړي.

سورة الشرح

د شرح سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت پر رسول الله(ص) د الهي مانيزو نعمتونو يوه برخه څرګندوي.[2372]

سورة التين

د تين سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د انسان د ښکلي پنځون او د بشپړتيا يا ځوړتيا د چورلیځونو پر پړاوونو يې چورلي او د انسان د بريا او ژغورنې د لاملونو له نښه کولو روسته پر معاد او د الله د مطلق حاکميت پر ټينګار پاى مومي.[2373]

((لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ. ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ =))

4 او 5_ په ښكلې بڼه د انسان پنځون: څښتن تعالى، انسان له هر پلوه انډول او ښكلى پنځولى، هم له جسمي پلوه او هم له روحي او عقلي پلوه؛ ځكه هر ډول استعداد يې پكې ايښى او د ډېر ستر صعودي قوس وهلو ته يې چمتو كړى دی[2374]. د قرآن حکیم له آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې انسان داسې پيدا شوى، چې د پوهې، ايمان، تقوا او صالحو كړنو په رڼا كې د لوړ مقام پر لور ورختاى او د الله د رحمت ترڅنګ پر تلپاتې ژوند لاسرسى موندای شي، چې سراسر نېكمرغي ده. په ((طه، 75 او 76 آيتونو)) كې لولو: ((او چې څوك له ايمانه سره ورشي او ښې چارې يې كړې وي؛ نو ورته لوړې مرتبې دي؛ د جنت همېشني بڼونه، چې تر ونو لاندې یې ويالې بهېږي، هلته به تل اوسي، دا د هغه چا بدله ده، چې ځان پاك كړي)) خو كه انسان له دې ټولو امتيازاتو سره سره د حق له بهيره واوړي؛ نو داسې راپرځېږي، چې تر ټولو پرېوتي پړاو (أَسْفَلَ سَافِلِينَ) ته ورښكودل كېږي. د انسان د تكامل د صعودي قوس پروړاندې، يو نزولي بوږنوړی قوس ليدل كېږي؛ ځكه انسان داسې يو موجود دى، چې له سر شارو استعدادونو ډك دى، چې كه د ښو په لار كې يې ترې كار واخست، د وياړ پر هسكه سوکه ځاى نيسي او كه يې په فساد كې وكاراوه؛ ستر فساد پنځوي او طبيعي ده، چې دا چار یې (أَسْفَلَ سَافِلِينَ) ته راكاږي[2375].

سورة العلق

د علق سورت ټوليزه منځپانګه: په پيل کې دا سورت، رسول الله(ص) ته د قرآن حکیم د لوست امر کوي، ورپسې د وینې له يوې بې ارزښته ټوټې ددې پرتمین انسان د پنځون خبره کوي. په ورپسې پړاو کې د پالونکي د پېرزوینې او لورنې په رڼا کې د انسان له بشپړتيا او له پوهې او قلم سره يې له اشنايۍ ويينه کوي. بيا د نامنندوى انسانانو خبره کوي، چې له الهي لورنو سره سره د سرغړاندۍ لار خپلوي او په پاى کې د هغوى کسانو دردناکو مجازاتو ته اشاره کوي، چې د خلکو د هدایت او ښو کړنو خنډېږي او پر سجدى کولو او د پالونکي درشل ته په ورنژدېدو پاى مومي. ددې سورت د پيل برخه، د قرآن حکیم لومړۍ برخه ده، چې پر رسول الله(ص) رانازله شوې ده[2376].

((أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى =))

((كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ =))

9 او 19_ د آيتونو شأن نزول: روايت شوى، چې ابوجهل له خپلو شاوخوا وپوښتل: ايا محمد په تاسې كې (سجدې ته) خپل مخ پر خاورو ږدي؟ ورته يې ويل: هو! و یې ويل: پر هغه قسم، چې موږ پرې قسم يادوو، كه په داسې حال كې يې ووينم، په خپلې پښې يې غاړه مروړم. وویل شول: ووينه! هلته لمونځ كوي. ابوجهل ورغى، چې هغه چار ورسره وكړي، ورنژدې شو. ته وا په خپل لاس يو څه له ځان شړي، پر شا شو. وویل شول: دا پر څه حال دې وينو؟ و یې ويل: ناڅاپه د ځان او هغه ترمنځ مې يو اورين خندق او وحشتناكه منظره وليده او همداراز وزرونه مې وليدل. رسول الله (ص) وويل: ((پر هغه قسم، چې زما ساه یې په لاس كې ده، كه رانژدې شوى واى، د الله پرښتو يې غړى غړى تښتاوه[2377])).

((أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى =))

14_ هستي؛ د الله محضر دى: دې واقعيت ته په پامنيوي، چې انسان هر چار كوي، د الله پروړاندې دى او د انسان هره كړنه او ان نيت يې ترې پټ نه دى؛ نو دا انګېرنه د انسان د ژوند پر كړلار اغېز غورځولاى او له ګناهونو يې ژغوري؛ په دې شرط، چې په زړه كې یې پردې مطلب ايمان وي او بيخي یې باور پرې راشي. په يو حديث كې وايو: ((الله داسې لمانځه، ته وا وينې يې او كه ته يې نه وينې، هغه خو دې ښه ويني[2378])).

 

سورة القدر

د قدر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه؛ لکه چې له نامې يې هم څرګنده ده، د قدر پر شپه د قرآن حکیم مجيد رانازلېدل بيانوي او ورپسې د قدر شپې اهميت، برکات او اثار بيانوي. ددې سورت د فضيلت په اړه ډېر روايات راغلي؛ لکه رسول الله(ص) ويلي: ((چې څوک یې ولولي، بدله يې د هغه په څېر ده، چې د رمضان مياشتې روژه يې نيولې وي او د قدر پر شپه ويښ وي.[2379])) مستحب دي، چې د ټولو لمونځو، په لومړي رکعت کې، د قدر سورت ولوستل شي. ددې سورت په باب څومهم ټکي: ١- په رواياتو کې راغلي، چې د قدر شپه په رمضان مياشت کې نوولسمه، يوويشتمه يا درويشتمه شپه ده؛ خو له اهلبيتو په ګڼ شمېر رارسېدلیو رواياتو کې پر درويشتمه شپه ټينګار شوى دى. ډېرى ګروهن دي، چې د دقيق وخت د نه په ګوته کېدو علت يې دادى، چې انسان د ټولو هغو شپو درناوى وکړي، چې د قدر والي احتمال يې وي او په ډېرو دعاوو ډېر ثوابونه وګټي. ٢- قرآن حکیم د دوو نزولو درلودونکى و: دفعي نزول، چې ټول قرآن حکیم د قدر پر شپه د رسول الله (ص) پر پاک زړه رانازل شو، بل تدريجي او سوکه سوکه نزول، چې د نبوت پر درويشت کلنې مودې کې پاى ته ورسېد. ٣- په ګڼ شمېر رواياتو کې لولو، چې د قدر پر شپه د انسانانو يوکلن مقدرات ټاکل کېږي، ارزاق، د عمرونو وخت او نورې چارې پکې ټاکل کېږي؛ البته دا مطلب د انسان له آزادۍ او واک سره هېڅ ډول تضاد نه لري؛ ځکه الهي تقدير يې د وګړيو د وړتياوو او د ايمان، تقوى، نيت او کړنو د کچې له مخې دى. هر چاته د خپلې وړتيا له مخې، يو څيز مقدروي يا په بله وينا، زمينه او لاره چاره يې پخپله د همدې لخوا چمتو شوې ده؛ نوځکه دا چار، نه يوازې له اختيار سره ټکر نه لري؛ بلکې ټينګار پرې دى. د اهلبيتو په رواياتو کې لولو، هرکال د قدر پر شپه، پرښتو او روح د انسانانو يو کلن مقدرات الهي حجت او د زمانې امام ته وړل او د هغه مبارک لاسليک يې اخست[2380]. ٤- تر زرو مياشتو ددې شپې غوره والى په دې شپه کې د عبادت په پار دى او د شيعه او اهلسنتو په کتابونو کې ددې شپې په فضيلت او د عبادت په فضيلت کې ډېر روايات راغلي دي، چې پورته مانا پوره تاييدوي. پردې سربېره، پردې شپه د قرآن حکیم رانازلېدل او پکې د الهي برکاتو او رحمت نزول ددې لامل شوي، چې تر زرو مياشتو غوره او اوچته وي. په دې باب په ځينو رواياتو کې لولو، چې د قدر شپه امت ته له الهي ځانګړو لورنو ځنې ده او تېر امتونه له دې لورنو برخمن نه ول

 

سورة البينة

د بينه سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د رسول الله(ص) نړيوال رسالت او له څرګندو دلايلو سره يې يوځاى والي ته اشاره لري او دا حقيقت څرګندوي، چې د پېغمبرانو د بلنې آرونه يو دي او د اسلام پروړاندې يې د کتابيانو او مشرکانو جلا جلا دريځونه څرګند کړي دي[2381].

 

سورة الزلزلة

د زلزله سورت ټوليزه منځپانګه: د زلزلې سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د درېيو ډولو موضوعاتو په باب خبرې کوي: د قيامت د راپېښېدو نښې، ځمکه د انسان پر ټولو کړنو شهادت ورکوي، خلک نېکچاري يا بدچاري دي او هر څوک خپلو کړنو ته رسي.[2382]

7 او 8_ دا آيتونه، د انسان هډوكي لړزوي او راښيي، پر هغه ورځ د الله حساب سرباندې دقيق او حساس دى او په قيامت كې د كړنو د سنجونې تلې دومره دقيقې دي، چې ان کوشنۍ انساني كړنې هم تلي. همداراز دا آيتونه اخطار وركوي، د څه چې الله حساب كوي، هر څه چې وي، كم اهميته نه دي. ځينو مفسرانو ويلي، دا آيتونه هله رانازل شول، چې د رسول الله (ص) ځينې يارانو لږ مالونه نه نفقه كول او ويل يې اجر هغو څيزونو ته وركول كېږي، چې راته ګران وي او کوشني څيزونه راته ګران نه دي. همداراز د کوشنيو ګناهونو يې هم څه پروا نه درلوده؛ نو دا آيتونه رانازل شول او کوشنيو خيراتونو ته يې وهڅول او وړو ګناهونو ته يې هم ورپام كړ. په يو حديث كې راغلي، چې يو تن رسول الله (ص) ته ورغى او و یې ویل: د الله له درښوولو څه راوښيه. رسول الله (ص) خپل يو صحابي ته وروسواره، چې قرآن حکیم ورزده كړي. ده هم زلزله سورت ورزده كړ. سړى پاڅېد او و یې ويل: همدا راته بس دى. رسول الله (ص) وويل: ((پر خپل حال يې پرېږده، چې پوه شو)) د رسول الله ددې خبرې دليل څرګند دى؛ ځكه څوك چې پوهېږي، كړنې يې ان كه د بڅرې هومره هم وي، حساب ورسره كېږي؛ نو نن له ځان سره حساب كوي او دا ستر روزنيز اغېز دى[2383].

 

سورة العاديات

د عاديات سورت ټوليزه منځپانګه: د عاديات سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په راويښوونکيو آیتونو پيلېږي او بيا د کفر، کنجوسۍ او دنياپالنې په څېر د انسان يو شمېر کمزورۍ بيانوي او په پاى کې سورت پر معاد او داچې الله پر بندګانو علمي احاطه او را ایسارتیا لري، پاى مومي[2384].

((وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا . فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا . فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا . فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا . فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا =))

1 تر 5_ شأن نزول: په يوه حديث كې راغلي، چې دا سورت د ((ذات السلاسل)) تر عزا روسته رانازل شوى او پېښه داسې وه: د هجرت پر اتم كال كې يې رسول الله(ص) خبر كړ، چې په ((يابس)) سيمه كې دولس زره تنه سواره راټول شوي او ژمنه يې كړې، تر هغه به نه كېني، چې رسول الله، علي کرم الله وجهه او د مسلمانانو ټولی يې خورو وركړى نه وي. رسول الله(ص) ډېرى خپل ياران د ځينو اصحابو په مشرۍ ورولېږل؛ خو تر خبرو اترو روسته بې پايلې راستانه شوو. په پاى كې رسول الله(ص) د علي (ك) په مشرۍ د مهاجرينو او انصارو ګڼ شمېر غزا ته ورولېږل. په بېړه سيمې ته وروخوځېدل او د شپې يې منزل كاوه او ګهيځ يې دښمن محاصره كړ. ړومبى يې اسلام ور وړاندې كړ او چې يې و نه مانه؛ نو هوا لا تياره شوې نه وه، چې بريد یې پرې وكړ، و یې ځپل، يو شمېر يې ووژل، ښځې او اولادونه يې بنديان كړل او ډېرې ولجې يې ونيوې. په دې پسې د عاديات سورت رانازل شو، حال دا مدينې ته د اسلام پوځ راستون شوى نه و. رسول الله د ګهيځ لمانځه ته جومات ته راغى او په لمانځه كې يې دا سورت ولوست. تر لمانځه روسته يارانو يې وویل: دا سورت خو مو لا تر اوسه اورېدلى نه و. رسول الله وويل: ((هو! علي پر دښمنانو بريالى شو او تېره شپه جبرائيل ددې سورت په راوړو زېرى راباندې وكړ)) څو ورځې روسته، علي کرم الله وجهه د اسلام له پوځ سره له ډېر ولجو او بنديانو سره مدينې ته راغى[2385]. رسول الله(ص) له يو شمېر يارانو سره د لښكر ښه راغلاست ته ورغى. د پوځ لښكر مشر د رسول الله په ليدو سملاسي له اسه راكوز شو. رسول الله(ص) علي کرم الله وجهه پر ملا وواهه، و یې ويل: ((پر آس سور شه، چې الله او رسول يې درنه خوشحال دي)). دا مهال علي کرم الله وجهه له خوشحالۍ ژړغونى شو او رسول الله(ص) د علي (ك) په هكله دا تاريخي خبره وكړه: ((كه نه واى، چې د امت مې يوه ډله ستا په هكله هغه مطلب ووايي، چې مسيحيانو د حضرت مسيح په اړه ويلي ول، ستا په اړه مې یوه خبره كوله، چې له كوم ځايه تېرېدې؛ نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرك لپاره را اخستې[2386].))

سورة القارعة

د قارعه سورت ټولیزه منځپانګه: دا سورت د معاد او سريزو په باب يې ټکان ورکوونکي او څرګند ګواښونه لري او د نېکچاريو او بدچاريو انسانانو پايلې تشريحوي[2387].

سورة التكاثر

د تكاثر سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې پر هغوى پړه اچول شوې، چې د موهومي مطالبو له مخې، يو پر بل وياړي، بيا د معاد، قيامت او دوزخ په باب ګوتڅنډنې او د نعمتونو پوښتنې ګروېګنې دي.[2388]

((أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ . حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ =))

1 تر 2_ شأن نزول: مفسران ګروهن دي، دا سورت د هغو ټبرونو په هكله رانازل شوى، چې د وګړيو يا شتمنيو په ډېرښت يو پر بل وياړېدل؛ تردې چې د خپل ټبر د وګړيو شمېرلو ته هديرې ته تلل او د خپلو مړيو قبرونه او د نورو يې شمېرل.[2389]

((كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ =))

((ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ =))

5 او 7_ يقين او پړاوونه يې: يقين، د شك پروړاندې دى او د يو څيز وضوح، څرګندتيا او ثبوت ته وايي. د رواياتو له مخې، د ايمان لوړ پړاو ته يقين ويل كېږي. امام باقر رحمة الله علیه وويل: ((ايمان تر اسلامه يوه درجه اوچت دى او تقوا تر ايمانه يوه درجه لوړه ده او يقين يوه درجه تر تقوا لوړ دى او په خلكو كې تر ايمانه كم څيز ويشل شوى نه دى)) راوي وپوښتل: يقين څه دى؟ و یې ويل: ((د ايمان حقيقت، پر الله توكل، د الله ذات ته غاړه ايښوونه، په الهي قضا خوښي او الله ته د خپلو چارو ورسپارل دي)). له امام صادق رحمة الله علیه نه په يو روايت كې لولو: ((د يو مسلمان د سم يقين يوه نښه داده، چې خلك په الهي غوسه له ځانه خوشحال نكړي او پر هغه څه يې پړه و نه بولي، چې الله ده ته وركړي نه دي. . . الله د خپل عدل په پار، په يقين او خوښۍ كې ارامي او راحت ايښى او په شك او ناخوښۍ كې يې غم او خپګان)). له دې تعبيراتو ښه ګټنه كېږي، چې كله انسان د يقين پړاو ته ورسي، ټول زړه او ځان يې ځانګړې ارامي مومي. ځينو مفسرانو، د قرآن حکیمي آيتونو له مخې، يقين ته درې پړاوونه شمېرلې دي: 1_ علم اليقين: انسان د بېلابېلو دلايلو له مخې، په يو څيز پوهېږي؛ لكه يو تن، چې د لوګي په كتو، د اور په شتون ايمان پيدا كوي. 2_ عين اليقين: انسان د كتو پړاو ته رسي او لكه اور ويني. 3_ حق اليقين: لكه چې څوك اور ته ننوځي او سوځېدنه يې احساس كړي او په اور سوي ياد شي او دا د يقين اوچت پړاو دى. په حقيقت كې لومړى پړاو، عمومي اړخ لري، دويم پړاو متقیانو ته دى او درېيم پړاو ځانګړو او مقربانو ته ځانګړى دى[2390]. په يو حديث كې راغلي: رسول الله (ص) ته وويل شول: اورېدلي مو دي، چې د عيسى علیه السلام يو ملګرى پر اوبو تله. و یې ويل: ((كه يقين یې ډېر و؛ نو پر هوا تله)) مرحوم علامه طباطبايي ددې حديث تر ويلو روسته وايي: ټول څيزونه پر الله د يقين پر چورلیځ او په دې ګروهه چورلي، چې دنيوي وزلې خپل پخپله اغېزمنې نه دي؛ نوځكه د انسان، چې څومره په الهي مطلق ځواک ګروهه او ايمان زياتېږي؛ نو هومره د نړۍ څيزونه ورايلېږي.[2391]

سورة العصر

د عصر سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت وايي، چې د انسان د ژغورنې يوازېنۍ لارکومه يوه ده او يوازې ژغورل شوي څوک دي.[2392]

((وَالْعَصْرِ =))

1 _ له عصر نه مطلب څه دى؟: له راروسته آيتونو سره يې همغږې مانا داده، چې مطلب، د اسلام د رسول الله پېر او د آنحضرت (ص) د بركتي ژوند روزګار دى؛ ځكه په ورپسې آيتونو كې لولو، چې ټول انسانان په زيان كې دي؛ خو هغوى چې د حق لار خپله كړي او زغم پرې وكړي او څرګنده ده، د حق څېره د رسول الله (ص) په پېر كې راښكاره شوه او د اسلام لمر پر بشري ټولنه راوخووت؛ نو يوازې هغوى له همېشني زيانه ژغورنه مومي، چې د آنحضرت (ص) دين خپل كړي. كه وينو، چې عصر په ځينو رواياتو كې د حضرت مهدي په راښكاره كېدو تفسير شوى، په دې پار دى، چې په هغه پېر كې به، پر باطلو د حق بريا روستي پړاو ته ورسي.[2393]

((إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ . إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ =))

2 او 3_ د ژغورنې يوازېنۍ لار: له قرآن حکیمي آيتونو ګټنه كېږي، چې انسان د تلپاتې ژوند خاوند دى، چې نه پرې كېږي؛ بلكې له يوې نړۍ بلې ته لېږد مومي. قرآن حکیم څرګندوي، ددې تلپاتې ژوند يوه برخه، چې دنيوي ژوند دى، يو ازمېښتي ژوند دى، چې د بل ژوند (چې د انسان تلپاتې ژوند دى) څرنګوالى په ګوته كوي.

هو! دنيوي ژوند، يوه سريزه ده، چې پكې د انسان نېكمرغي يا بدمرغي په خپل واك ټاكل كېږي؛ نو له ټول لنډون سره يې، د راروسته ژوند په پرتله، ډېره ارزښتمنه اوګرانه بيه ده او د حقيقي نېكمرغۍ د لاس ته راوړو لپاره د انسان آريزه پانګه همدا دنيوي ژوند دى؛ خو انسان كه غواړي که و نه غواړي، د وخت په تېرېدو، دا پانګه له لاسه وركوي. يوه ډله د عمر او ژوند ښكلې پانګه له لاسه وركوي او په مقابل كې يې، لږه يا ډېره شتمني يا خټين كور يا ښكلې ماڼۍ چمتو كوي. يو شمېر دا ټوله پانګه مقام ته د وررسېدو لپاره له لاسه وركوي او ځينې يې مېلو چړچو ته له لاسه وركوي. بېشكه دا يو هم ددې سترې پانګې بيه نه ده. بيه يې يوازې او يوازې د الله رضا او د قرب مقام دى. قرآن حکیم دې موخې ته د وررسېدو لپاره، د همدې سورت په درېيم آيت كې، يوه څلور ماده ييزه کړلار راښوولې، چې د هغه ستر زيان مخه نيواى او د عمر پانګه په ستره ګټه اړولاى شي، چې ارزښتمنه او ګرانبيه پانګه ترلاسه كړي، چې نه يوازې یې تش ځاى ډك شي؛ بلكې دا لاس ته راوړنه، په لس ګونو، سل ګونو او زرګونو ګرايه ترې ډېره او غوره وه. كړلار داده: 1_ ايمان، چې د انسان د ګردو فعاليتونو بيخ بنا ده. 2_ صالحې كړنې، چې د ايمان د ونې مېوه ده؛ ځكه د انسان د زړه په كور كې، چې د ايمان ډيوه بله شي، رڼا يې د انسان له غړيو راخېژي. د طبيعي زيان د مخنيوي لپاره بايد پر ټولو صالحو كړنو منګولې ښخې كړو، نه يوازې پرځينو يې! 3_ يو بل ته د حق سپارښتنه؛ ځكه هغوى هغه راڼه زړي دي، چې ټولنه د حق په رڼا رڼوي او د باطلو له تيارو يې راباسي، څو حق په هر ځاى كې خور او لاروي ترې وشي. 4_ يو بل ته د صبر سپارښتنه او له ګناهونو څخه ډډه كول، د عبادت په سختيو، كړاوونو او د ژوند د سختيو پروړاندې د زغم درلودل. هو! كه مسلمان په رښتيا په دې څلور ګونو آرونو عمل وكړي، په ډېر لږ وخت كې يې ستونزې هوارېږي او ماتې يې پر بريا اوړي[2394].

سورة الهمزه

د همزه سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې شتمنو زېرموالو، ځان لوړګڼونکيو او هغو سرغړانديو ته، چې د خلکو خوګانې لټوي او بد ورپسې وايي، د الهي سخت عذاب ژمنه ورکوي[2395].

سورة الفيل

د فيل سورت ټوليزه منځپانګه: داسورت د پيلوالو (ابرهه او لښکر يې) مشهور داستان ته اشاره لري.[2396]

سورة القريش

د قريش سورت ټوليزه منځپانګه: الله په دې سورت کې د ژمني او دوبني سفرونو په پار پر قريشو منت ږدي او ورپسې يې د الله وحدانيت او د کعبې د خاوند، الله لمانځنې ته رابولي.[2397]

2 _ ژمني او دوبني سفرونه: مكې بڼونه او كرنه نه درلوده او د څارويو ساتنه هم پكې محدوده وه. د مكيانو عايدات د سوداګريزو كاروانونو له لارې وه. په دوبي كې شمال او شام ته تلل، چې نرمه او مطلوبه هوا یې درلوده او اتفاقاً هغه مهال د يمن او شام هېوادونه مهم سوداګريز مراكز وو، مكه او يثرب يې ترمنځ د نښلون كړۍ وې؛ البته قريشو، چې كوم خلاف چارې كولې، ددې الهي لورنو او مينې وړ نه وه؛ خو داچې مقدر وه، له دې ټبره او له دې سپېڅلې ځمكې، اسلام راښكاره او رسول الله (ص) مبعوث شي، الله يې په حق كې دا لورنه كړې وه.[2398]

سورة القريش

د قريش سورت ټوليزه منځپانګه: الله په دې سورت کې د ژمني او دوبني سفرونو په پار پر قريشو منت ږدي او ورپسې يې د الله وحدانيت او د کعبې د خاوند، الله نمانځنې ته رابولي.[2399]

((=إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ ))

2 _ ژمني او دوبني سفرونه: مكې بڼونه او كرنه نه درلوده او د څارويو ساتنه هم پكې محدوده وه. د مكيانو عايدات د سوداګريزو كاروانونو له لارې وه. په دوبي كې شمال او شام ته تلل، چې نرمه او مطلوبه هوا یې درلوده او اتفاقاً هغه مهال د يمن او شام هېوادونه مهم سوداګريز مراكز وو، مكه او يثرب يې ترمنځ د نښلون كړۍ وې؛ البته قريشو، چې كوم خلاف چارې كولې، ددې الهي لورنو او مينې وړ نه وه؛ خو داچې مقدر وه، له دې ټبره او له دې سپېڅلې ځمكې، اسلام راښكاره او رسول الله (ص) مبعوث شي، الله يې په حق كې دا لورنه كړې وه[2400].

سورة الماعون

د ماعون سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې د قيامت د منکرانو پینځه ځانګړنې اوڅار شوي: له انفاقه سرغړونه، د پلارمړيو او مسکينانو شړل، ځانښوونه، په لمانځه کې ناغېړي او له اړمنو سره له مرستې د خلکو منع کول.[2401]

((وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ =))

7 _ ماعون: ((ماعون)) د ((مَعن)) له مادې د ډېر لږ څيز پر مانا دى او دلته ترې منظور هغه جزيې څيزونه دي، چې خلك په تېره ګاونډيان يې يو له بله اخلي. ښكاره ده، چې څوك يې له وركړې ډډه كوي؛ نو ډېر كنجوس او پرېوتی انسان به وي. رسول الله (ص) ويلي: ((چې څوك له خپل ګاونډه ماعون (اړين او کوشنۍ وزلې) دريغوي، الله يې په قيامت كې له خپل خيره منع كوي او پر خپل حال يې پرېږدي او چې الله څوك پر خپل حال پرېږدي؛ نو څه بد حال به ولري[2402]!)).

 

سورة الكوثر

د كوثر سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت په شأن نزول کې لولو چې د مشرکانو يو مشر ((عاص بن وائل)) رسول الله (ص) له مسجد الحرام نه په وتوکې وليد او څه وخت يې له آنحضرت سره خبرې اتر ې وکړې، د قريشو يو شمېر مشران په جومات کې ناست ول او دا منظره يې له لرې ليده، چې ((عاص بن وائل)) جومات ته ورننوت، وویل: له چا سره دې خبرې کولې؟ و یې ويل: له دې ابتر سړي سره. په څرګندنه کې بايد ووايو: رسول الله (ص) له حضرت خديجه (رض) نه دوه زامن درلودل: قاسم او طاهر، چې دواړه په مکه کې له نړۍ ولاړل او رسول الله(ص) بې زامنو شو. دې موضوع د قريشو د بدنيتو خوله راوسپړله او رسول الله(ص) ته يې ((ابتر)) وايه. انګېرله يې، چې د رسول الله(ص) پر وفات به يې کړلارې د زوى نه درلودو په پار پاى ومومي؛ نوځکه دوی ټول خوشحاله ول. قرآن حکیم مجيد رانازل شو او په دې سورت کې يې په معجز ه ډولي توګه ځواب ورکړ او و يې ويل: دښمنان به يې ((ابتر)) وي او د اسلام کړلار او قرآن حکیم به کله هم پرې نشي. په دې سورت کې، چې کوم زېرى ورکړ شوى، له يوې خوا د اسلام د دښمنانو پر هيلو يو ګوذار و او بلخوا رسول الله (ص) ته ډاډېنه وه، چې د اسلام دښمنانو پر هغه ناوړه لقب ياداوه چې پرې خپه کېده. داچې دلته له ((کوثره)) مطلب څه دى؟ ډېرې خبرې پرې شوي. ځينو ويلي، چې په جنت کې تر شيدو سپينه او د ښېښې يوه رڼه وياله ده. ځينو پر ((نبوت)) تفسير کړې، ځينو پر قرآن حکیم، ځينو د اصحابو په ډېرښت او ځينو هم پر شفاعت تفسير کړى دى. څرګنده داده، چې کوثر پراخ مفهوم لري، چې پورته هر يو يې يو څرګند مصداق دى. ډېرى ستر شيعه عالمان يې، څرګند مصداق د فاطمة الزهراشتون بولي؛ ځکه په نړۍ کې د رسول الله(ص) ځوځات د فاطمې بي بي له لارې خور شو؛ هغه ځوځات، چې نه يوازې د رسول الله جسمي اولاد و؛ بلکې دين او ګرد اسلامي ارزښتونه يې وساتل او راتلونکيو ته يې ابلاغ کړل[2403].

 

سورة الكافرون

د كافرون سورت ټوليزه منځپانګه: ټوليزه منځپانګه یې توحيد او د شرک نفې او د کافرانو نهيلول دي، چې رسول الله(ص) ورسره جوړجاړى اوسازښت نه کوي[2404].

سورة النصر

د نصر سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت د سترې بريا خبر ورکړى دى، چې ورپسې خلک ډلې ډلې د الله دين ته ورننوځي؛ نو د همدې ستر نعمت د منندوينې لپاره، رسول الله (ص) ته امر ورکوي، چې تسبيح، ستاېنه او استغفار وکړي.[2405]

((إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ =))

1 _ د الله له مرستې او بريا مطلب: بېشكه مطلب ترې د مكې سوبه ده، چې د اسلام په تاريخ كې یې نوى څپركى پرانست؛ ځكه د شرك آريز مركز دړي وړي شو، بوتان له منځه ولاړل، د بوتپالو هيله په نهيلۍ واوړېده او هغه خنډونه له منځه ولاړل، چې د خلكو پروړاندې اسلام ايمان راوړو ته پراته ول. په همدې دليل، د مكې سوبه بايد د اسلام د تثبيت پړاو او په عربي ټاپووزمې او ورپسې په نړۍ كې يې ټينګښت وګڼو او له همدې مخې د مكې تر سوبې روسته د مشركانو له اړخ هېڅ ډول مقاومت (بې له يوه ځايه، چې په بيړه وځپل شو) ونه ليدل شو او د عربي ټاپو وزمې له هره ځايه خلك رسول الله (ص) ته د اسلام راوړو لپاره راغلل[2406].

سورة المسد

د مسد سورت ټوليزه منځپانګه[2407]:

((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ =))

1 _ د مسد سورت شأن نزول: له حضرت ابن عباس(رض) نه روايت شوى، چې د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء_214)) آيت رانازل شو او رسول الله (ص) مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان انذار او اسلام ته يې راوبلي؛ نو د صفا پر غره ودرېد او مكيان يې راوبلل. ګڼ شمېر خلك ورغلل. و یې ويل: ((راته ووياست كه خبر مو كړم، چې ګهيځ ته د دښمن سواره درباندې يرغل كوي يا دشپې درباندې بريد كوي، ايا خبره به مې رښتيا وګڼئ؟)) په ځواب كې يې وويل: كله مو هم دروغ درنه اورېدلي نه دي. و یې ويل: ((زه مو له سخت الهي عذاب ډاروم)) چې ابولهب دا خبره واورېده، و یې ويل: زيان او مرګ درباندې! يوازې همدې خبرې ته دې راټول كړو؟! په دې وخت همدا سورت رانازل شو. ځينو دلته زياته كړې ده: چې د ابولهب مېرمن (ام جميل) خبره شوه، چې دا سورت ددې او مېړه په اړه رانازل شوى، په رسول الله(ص) پسې ورغله؛ خو رسول الله يې و نه ليده او تېږه ورسره وه. و يې ويل: اورېدلي مې دي، چې محمد په بدو ياده كړې يم.

پر الله قسم، كه يې ومومم، په همدې ډبره يې پر خوله وهم. زه هم شاعره يم. بيا يې د رسول الله(ص) او اسلام په رټنه كې څه اشعار وويل؛ البته اسلام ته د ابولهب او مېرمنې يې خطر او دښمني يوازې دانه وه او كه وينو، چې قرآن حکیم دوى سخت غندلي، تردې ډېر دلايل لري؛ لكه روايت شوى، د رسول الله به يې بد ويل او حقيقت غواړي به يې له آنحضرت (ص) سره له ناستې منع كول. همدغسې ويلي يې دي، چې رسول الله(ص) به خلك توحيد ته رابلل، د رسول الله پښې به يې په ډبرو ويشتې، چې ان وينې به شوې او ويل يې: خلكو! دا دروغجن دى. مه يې منئ. په رواياتو كې راغلي، دې رخورې – کینه کښې د اغزو بوټې پر شا كول او د رسول الله په لار كې اچول، چې د رسول الله(ص) په پښو كې اغزي ولاړ شي. ويلي دي، عاقبت د ابولهب سر په څه ګوذار ټپي شو او عفونت يې وكړ، چې ترې ومړ. وايي د بدن عفونت یې تردې بريده و، چې چا د ورنژدېدو جرئت نشو كړاى، له مكې يې بهر كړ او له لرې يې اوبه اوبه اچولې او په ډبرو یې ايشته، تردې چې بدن يې تر ډبرو او خاورو لاندې پټ شو.[2408]

سورة الاخلاص

د اخلاص سورت منځپانګه، شأن نزول او فضيلت: د اخلاص سورت منځپانګه، شأن نزول او فضيلت: دا سورت د الله تعالى له توحيد او ايکي يوتوبه خبرې ورکوي. په اسلامي سرچينو کې ددې سورت د لوست د فضيلت په اړه ډېر روايات راغلي، چې سرباندې ستریا یې راښيي. له نبي کريم (ص) نه په يوه حديث کې لولو: ((ايا په تاسې کې داسې څوک شته، چې په يوه شپه کې د قرآن حکیم درېيمه ونشې لوستاى؟)) يو وويل: اى رسول الله! څوک دا کار کړاى شي؟! رسول الله(ص) وويل: ((د قل هوالله احد سورت ولولئ)) په يوه بل حديث کې يې ويلي: ((چې څوک پر الله تعالی او د قيامت پر ورځ ايمان لري، په هر لمانځه پسې دې د ((قل هوالله احد)) سورت لوستل نه پرېږدي؛ ځکه الله يې لوستونکي ته د دنيا او آخرت ښېګڼه ورپر برخه کوي او پخپله، موروپلار او اولادونه يې بښي)) له نورو رواياتو ګټنه کېږي، چې کور ته د ورننوتو پرمهال ددې سورت لوستل روزي پرېمانوي او فقر لرې کوي.[2409]

سورة الفلق

د فلق سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې رسول الله (ص) ته امر شوى، چې په عام ډول له ټولو شرونو او په تېره له ځينو شرونو الله ته پناه يوسه[2410].

((وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ =))

4 _ کوډې او د غوټو دمول: له دې وګړيو مطلب، هغه كوډګرې ښځې دي، چې په غوټو كې په پوکولو پر نورو كوډې كوي. ددې په ځواب كې، چې ولې د كوډګرو ښځو يادونه شوې او نه د نارينه وو كوډګرو، ويلي يې دي، چې په هغه پېر كې، كوډې تر نارينه وو ډېرې په ښځو كې دود وې؛ نوځكه قرآن حکیم پرې ډېر ټينګار كړى دى. په هر حال، دا آيت او د قرآن حکیم نور آيتونه ((؛ لكه د بقرې 102 آيت او د فرعون د كوډګرو په باب آيتونه)) په ټوليز ډول پخپله كوډې تصديقوي. تر همدې سورت لاندې له امام صادق رحمة الله علیه نه روايت شوى، ((يو يهودي پر رسول الله كوډې وكړې؛ نو رسول الله (ص) رنځور شو او له دې موضوع يې (الله ته) شكايت وكړ. جبرائيل راكوز شو او د فلق او ناس دوه سوتونه يې ورباندې نازل كړل او و یې ويل: يو تن يهودي درباندې كوډې كړي او كوډې يې په پلانۍ څاه كې دي. رسول الله (ص) علي (ك) ورپسې ولېږه او كوډې يې راوړې. رسول الله علي کرم الله وجهه ته امر وكړ، چې غوټې پرانزه او يو آيت لوله؛ نو علي (له ددې دوو سورتونو) يو آيت لوست او غوټه يې پرانسته، چې پاى ته ورسېدې، رسول الله پاڅېد، ته وا له كوم بنده خوشې شوى دى.[2411]))

 

سورة الناس

د ناس سورت ټوليزه منځپانګه: په دې سورت کې رسول الله(ص) ته امر شوى، چې الله ته د ډېر پټېدونکي وسوسه اچوونکي له شره پناه يوسه[2412].

((مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ . الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ . مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ =))

4 تر 6 _ پټېدونكى وسوسه ګر: له آره شياطين پټ په پټه خپلې كړلارې ترسره كوي او كله دومره د انسان په غوږونو كې بونګېږي، چې انسان انګېري د شيطان فكر يې خپل فكر دى او له ځانه يې راولاړ شوى او همدا يې د ښیون په جامو كې د بېلارېتوب لاملېږي. انسان نه ښايي تمه ولري، چې شياطين په خپلو جامو كې وويني؛ بلكې دوى همېش يوه برخه حق له څه باطلو سره ګډوي، چې پر خلكو لاسبري شي او په دې وخت، د علي (ك) په وينا، شيطان پر خپلو دوستانو لاسبرېږي. بل ټكى داچې ددې سورت په وينا، پټېدونكي شيطان صفته، په هر ډول جامو او خلكو كې، په انسانانو او پېريانو كې خواره واره دي او يوازې په يوې ځانګړې ډلې كې نه ليدل كېږي. ناوړه ملګري، بېلاري مشران، وسوسه ګرې ټولنيزې رسنۍ او. . . دا ټول د خناس وسواس په پراخ مفهوم كې راځي، چې انسان بايد له دې ټولو الله ته پناه يوسي.[2413]

پای

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

[1] تسنيم تفسير 1: 258]

[2] (الميزان 1 / 21)

[3] (مجمع البيان 1 / 54)

[4] غافر/ ۱۶)

[5] (انفطار/۱۹)

[6](نمونه تفسير 26: 336)

[7] (مجمع البيان 1/ 54)

[8] (مجمع البيان 1/ 54)

[9] (مجمع البيان 1/ 54)

[10] (صافي 1/ 90)

[11] (نمونه تفسير 1 /62).

[12] (كشاف 1/ 35)

[13] (مجمع البيان ا / 65)

[14] (موضوعي تفسير، 1 / 183)

[15] (مايده/۱۵)

[16] (مايده/۱۶)

[17] (پيام قرآن 4 / 307)

[18] (اطيب البيان 1/ 210)

[19] (الميزان 1/ 55)

[20] (موضوعي تفسير 6/ 67)

[21] (الميزان 2/ 228)

[22] (الميزان 5 / 387)

[23] (كشاف ا / 65)

[24] (الميزان 7 /331)

[25] (له مجمع البيان 1 / 49 اخستنه)

[26] (اطيب البيان ا /399)

[27] (صدوق، توحيد، 163 مخ، لومړى حديث)

[28] (اخستنه: كشاف، ا/ 67 او نمونه، 2/ 32)

[29] (نمونه 1 / 117)

[30] (يونس/ 38، هود / 13 – 14 اسراء / 88، طور / 33 –34)

[31] (اخستل شوى: نمونه 1 / 125 – 138)

[32] (اطيب البيان، 1 / 463 مخ او الميزان 1 / 92 مخ)

[33] (موضوعي تفسير، 5/ 379)

[34] (تسنيم، 2 /463)

[35] (نمونه، 1 / 145)

[36] (اطيب البيان1/ 480)

[37] (موضوعي تفسير 1 /)

[38] (نمونه، 1 / 150)

[39] (اطيب البيان1 / 484)

[40] (نمونه، 1 / 156)

[41] (پيام قرآن، 7 / 202 مخ)

 

[42] (نمونه تفسير 1/ 186)

[43] (اطيب البيان 2/ 7)

[44] (نمونه تفسير 1/ 202)

[45] (اطيب البيان، 2/ 8)

[46] (الميزان، 1 / 152)

[47] (نمونه، 1 / 219)

[48] (نمونه، 1 / 221)

[49] ( الميزان، 1 /154)

[50] ( پيام قرآن، 6 / 508 – 525)

 

[51] (نمونه، 16 / 12)

[52] (نمونه، 8 /375)

[53] (الميزان، 1 / 190)

[54] (نمونه تفسیر 1 / 255)

[55] الميزان، 1 /191)

[56] (اطيب البيان، 2 / 41)

[57] (مجمع البيان، 1 / 230)

[58] (نمونه تفسیر1 / 269)

[59] (اطيب البيان: 2 / 44)

[60] (قاموس قرآن، 6 / 26)

[61] (اطيب البيان، 2 / 46)

[62] (منشور جاويد تفسير، 3 / 217)

[63] (الميزان، 1 /197 مخ او اطيب البيان، 2 /) د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: اعراف – ۱۷۱ آیت څرګندنه.

[64] معلوماتو ته وګورئ: د اعراف سورت 165 آيت څرګندنه.

[65] ( الميزان 1 / 202)

[66] ( الميزان، 1 / 214)

[67] (نمونه، 1 / 319)

[68] (نمونه، 1 / 322 مخ او منشور جاويد، 8/ 68)

[69] (الميزان، 1 / 218)

[70] (نمونه، 1 / 231).

[71] (لقمان – 33)

[72] ( نمونه، 2 / 455)

[73] (نهج البلاغه، 456 حكمت)

[74] (نمونه، 1 /)

[75] (الميزان، 1 / 221)

[76] (نمونه، 1 / 346)

[77] (عياشي تفسير 1 / 143)

[78] ( نمونه 1 / 354).

[79] (الميزان، 1 / 227)

[80] (الميزان، 8 / 266)

[81] (نمونه، 1/ 364)

[82] (الميزان، 17 / 9)

 

[83] (نمونه، 1 / 37)

[84] (نمونه، 1 / 376)

[85] (نمونه، 1 / 377)

[86] ( نمونه، 1 / 390)

 

[87] ( اطيب البيان، 2 / 145)

[88] (الميزان، 1 /254)

[89] (نمونه، 1 /411)

[90] (نمونه، 1 /414).

[91] (موضوعي تفسير، 8 / 112)

[92] [ وګورئ: طیب البیان: ۲ ټ، ۱۷۰ مخ]

[93] (الميزان، 1 /262).

[94] الميزان، 1 / 262 مخ . نمونه، 1 / 436)

[95] (موضوعي تفسير، 3 / 221)

[96] نمونه تفسير، 1 / 447 مخ . اطيب البيان 2/)

[97] اطيب البيان، 2 / 197).

[98] (اطيب البيان، 2 / 197 او منشور جاويد، 5 / 84)

[99] الميزان، 1 / 294 مخ او اطيب البيان، 2 / 201)

 

[100] الميزان، 1/ 296 مخ او اطيب البيان، 2 / 206)

[101] (الميزان، 1 / 308)

[102] (صافى، 1 / 193)

[103] (الميزان، 1 / 310)

[104] (المعجم الوسيط، 249 مخ)

[105] الميزان، 13 /77)

[106] (سفينة البحار، 2 / 667)

[107] (الميزان، 13 / 402).

[108] (نمونه، 1 /465)

[109] (بقره: 144 آيت)

[110] (الميزان، 1 / 313 او 326 مخونه)

 

[111] (اطيب البيان، 2 / 228 او الميزان، 1 / 314)

[112] (فتح – 29)

[113] (اطيب البيان، 2 / 24)

[114] (الميزان، 1 / 324)

[115] (الميزان، 1 / 324)

[116] (موضوعي تفسير، 14/ 246)

[117] (الميزان، 1 / 349)

[118] (الميزان، 1 / 381)

[119] (الميزان، 1 / 389 مخ او نمونه، 1 / 549)

[120] (سفينة البحار، 1/ 476)

[121] (الميزان، 1 / 404)

[122] (الميزان، 17 / 251)

[123] (اصول كافي، كتاب العقل الجهل)

[124] (نمونه، 24 / 329)

[125] (اصول كافي، 1 /28)

[126] (الميزان، 1 / 408)

[127] (المیزان ۱/ ۴۱۶۱)

[128] (المیزان ۵/ ۲۰۵)

[129] (نمونه ۱/ ۵۸۵)

[130] (نمونه، اټ، ٥٩٢ مخ او اطيب البيان، ٢ټ، ٣٠٣ مخ)

[131] (تفسير موضوعي، ٥ټ: ٤١١ مخ)

[132] (منشور جاويد، ١ټ: ١٢١ مخ)

[133] (نمونه، ١ټ: ٩١٨ مخ)

[134] (اطيب البيان، ٢ټ: ٣٢٦ مخ)

[135] (الميزان، ٢ټ: ٨ او ٢٦ مخونه)

[136] (نمونه، ١ټ، ٦٣٤ مخ)

[137] (الميزان، ٢ټ: ٣١ او ٣٦ مخونه)

[138] (نمونه، ١ټ: ٦٤٩ مخ.)

[139] (نمونه، ١ټ: ٦٥٠ مخ او الميزان، ٢ټ: ٤٥ مخ.)

[140] (نمونه، ٢ټ: ٦ مخ)

[141] (عنكبوت-۲)

[142] (اعراف – ۲۷)

[143] (ذاريات – ۱۳)

[144] (مائده – ۴۱)

[145] نمونه، ۲: ۲۱ مخ.

[146] مصطلحات الفقه، ۲۰۸ مخ.

[147] نمونه، ۲: ۳۷ مخ.

[148] نمونه، ۲\ ۵۵ مخ.

[149] نمونه، ۱\ ۷۹ مخ.

[150] نهج البلاغه، ۱۵۶ خطبه.

[151] نهج البلاغه، ۱۶ خطبه.

[152] الميزان، ۲\۸۳ او ۸۷ مخونه.

[153] نمونه، ۲\ ۶۶ مخ.

[154] الميزان ۲\۸۷ مخ

[155] نمونه، ۲: ۷۰ مخ.

[156] الميزان، ۲: ۹۹ مخ.

[157] نمونه، ۲: ۸۱ مخ.

[158] اطيب البيان، ۲: ۳۸۸ مخ . الاء الرحمن، ۱۸۶ مخ.

[159] الميزان، ۲: ۱۴۵ مخ.

[160] نمونه، ۲: ۱۰۰ مخ.

[161] اصول كافي، ۲: ۲۷۸ مخ.

[162] نمونه، ۲: ۱۰۷ مخ.

[163] اطيب البيان، ۲: ۴۲۲ مخ.

[164] نهج البلاغه، ۱۵۹ مخ.

[165] نمونه، ۲: ۱۱۷ او ۱۲۲ مخونه.

[166] نمونه، ۲: ۱۳۳ مخ . الميزان، ۲: ۱۰۹ مخ.

[167] نمونه، ۲: ۱۴۲ مخ.

[168]. نمونه، ۲: ۱۴۵ مخ.

[169] اطيب البيان، ۲: ۴۴۸ مخ.

[170] الميزان، ۲: ۲۳۱ مخ.

[171] اطيب البيان، ۲: ۴۵۱ مخ.

[172] الميزان، ۲: ۲۳۱ مخ.

[173] سفينة البحار، ۸: ۷۵۹ مخ.

[174] نمونه، ۲: ۱۴۸ مخ.

[175] نمونه، ۲۴: ۲۲۴ مخ.

[176] نمونه، ۲: ۱۵۹ مخ او ۲۴: ۲۲۴ مخ.

[177] اطيب البيان، ۲: ۴۷۰ مخ.

[178] وسائل ، ۲۱: ۴۵۳ مخ.

[179] د امام خميني (رح) د توضيح المسايل رساله، ۴۸۸ گڼه مساله.

[180] سفينة البحار، ۳: ۳۶۲ مخ.

[181] نمونه، ۱۶: ۳۴ مخ.

[182] بحار الانوار، ۱۰۱: ۱۰۷ مخ.

[183] نمونه، ۱۹: ۱۱۰ مخ.

[184] سفينة البحار، ۲: ۳۲۳ مخ.

 

[185] نمونه، ۲: ۲۰۳ مخ.

[186] الميزان، ۲: ۲۵۰ مخ.

[187] پيام قرآن، ۶: ۲۲۴ مخ.

[188] اطيب البيان، ۲: ۴۸۵ مخ.

[189] الميزان، ۲: ۲۶۴ مخ.

[190] نهج البلاغه، ۲۷ ليك.

[191] اطيب البيان ۲۰: ۴۸۸ مخ.

[192] نمونه، ۲: ۲۰۸ مخ.

[193] نمونه، ۲: ۲۲۳ مخ.

[194] الميزان، ۲: ۳۰۰ مخ.

[195] نمونه، ۲: ۲۳۷ مخ.

[196] [وګورئ: المیزان: ۲ ټ، ۳۰۲ مخ]

[197] الميزان، ۲: ۳۰۳ مخ.

[198] اطيب البيان، ۳: ۳ مخ.

[199] الميزان، ۲: ۳۴۱ مخ.

[200] اطيب البيان، ۳: ۸ مخ.

[201] نمونه، ۲: ۲۸۱ مخ.

[202] اطيب البيان، ۳: ۲۲ مخ.

[203] موضوعي تفسير، ۱۱: ۹۵ مخ.

[204] الميزان، ۲: ۳۵۰ مخ.

[205] نمونه، ۲: ۲۸۵ مخ.

[206] اطيب البيان، ۳: ۲۴ مخ.

[207] موضوعي تفسير، ۴: ۱۲۳

[208] الميزان، ۲: ۳۸۷ مخ.

[209] الميزان، ۲: ۳۸۹ مخ.

[210] نهج البلاغه، كلمات قصار، ۳۲۸ مخ.

[211] الميزان، ۲: ۴۰۵ مخ.

[212] نمونه، ۲: ۳۲۶ مخ.

[213] الميزان، ۲: ۳۹۵ مخ.

[214] الميزان، ۲: ۴۰۷ مخ.

[215] الميزان، ۲: ۴۰۸ مخ.

[216] الميزان، ۲: ۳۹۹ مخ.

[217] موضوعي تفسير، ۷: ۲۲۹ مخ.

[218] [وګورئ: المیزان، ۲ ټ: ۴۰۸]/

[219] اطيب البيان، ۳: ۵۳ مخ.

[220] الميزان، ۲: ۴۰۱ مخ.

[221] منشور جاويد ۸: ۲۷۳ مخ.

[222] منشور جاويد ۸: ۲۷۳ مخ.

[223] نمونه، ۲: ۳۴۸ مخ.

[224] الميزان، ۲: ۴۰۹ مخ.

[225] نمونه، ۲: ۳۶۰ مخ.

[226] الميزان، ۲: ۴۱۳ مخ.

[227] اطيب البيان، ۳: ۶۲ مخ.

[228] الميزان، ۲: ۴۲۸ – ۴۱۵ مخ.

[229] نمونه، ۲: ۳۸۲ مخ.

[230] الميزان، ۲: ۴۴۱ مخ.

[231] اطيب البيان، ۳: ۹۰ مخ.

[232] اطيب البيان، ۳: ۹۴ مخ.

[233] نمونه، ۲: ۴۰۳ مخ.

[234] (نمونه ۲ ټ: ۴۰۸ مخ)

[235] (اخلاص ۱)

[236] (شوری/ ۱۱)

[237] (نسا/۱۱)

[238] (فتح -۱۰)

[239] (بقره/۲۲۴)

[240] (نمونه ۲: ۴۳۰ مخ / اطیب البيان، ۳: ۱۱۲ مخ.)

[241] (نمونه، ۲مخ: ۴۴۹ مخ)

[242] (نمونه ۲: ۴۵۲ مخ)

[243] (الميزان ۳: ۱۳۷ مخ)

[244] (نمونه، ۲: ۴۷۱مخ)

[245] (نمونه، ټ۲: ۱۱۳مخ)

[246] (نمونه، ۲: ۴۹۵-۴۹۶ مخونه)

[247] (الميزان، ۳: ۱۷۷ – ۱۸۸ مخونه)

[248] (نمونه، ۲: ۵۰۱ مخ) د ډېرو معلوماتو لپاره د نحل سورت ۱۰۶ آيت څرګندنې ته مراجعه وکړئ.

[249] (نمونه ۲: ۵۰۴ مخ)

[250] (الميزان، ۳: ۱۹۱ او ۱۹۴ مخونه)

[251] (الميزان، ۳: ۱۹۱ او ۱۹۴ مخونه)

[252] (الميزان، ۳: ۱۹۳ مخ)

[253] (نمونه، ۵۲۶ مخ)

[254] (قاموس قرآن، ۲: ۱۱۵ مخ)

[255] (اطيب البيان، ۳: ۱۸۷ مخ)

[256] (نمونه، ۲: ۵۴۲ مخ)

[257] (نمونه، ۲: ۵۴۸ مخ . اطيب البيان، ۳: ۱۹۹ مخ)

[258] (نمونه، ۲: ۵۴۹ مخ)

[259] (اطيب البيان، ۳: ۲۰۲ مخ. . نمونه، ۲: ۵۵۲ مخ)

[260] (نمونه، ۲: ۵۵۷ مخ)

[261] (الميزان ۳: ۲۳۷ مخ)

[262] (نمونه، ۲: ۵۶۸ مخ . الميزان، ۳: ۲۳۹ مخ) (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: د نسا ۱۷ آيت څرګندنې)

[263] (الميزان، ۳: ۲۶۴ مخ)

[264] (نمونه، ۲: ۵۷۹ مخ)

[265] (موضوعي تفسير، ۹: ۱۷۸ مخ)

[266] (منشور جاويد، ۷: ۱۰۶ مخ)

[267] (نمونه، ۲: ۵۹۴ مخ)

[268] (نمونه، ۲: ۶۰۶ مخ)

[269] (نمونه، ۲: ۶۰۷ مخ)

[270] (نمونه، ۲: ۶۱۱ مخ)

[271] (نهج البلاغه، ۵۰ خطبه)

[272] (الميزان ۳: ۳۰۰ مخ.)

[273] (نمونه، ۲: ۶۲۰ مخ. )

[274] (الميزان، ۳: ۳۱۴ مخ)

[275] (نمونه، ۲: ۶۳۰ مخ)

[276] (نمونه، ۲؛ ۶۲۱ مخ)

[277] (نمونه، ۲؛ ۶۲۱ مخ)

[278] (نمونه، ۲: ۶۳۵ مخ)

[279] (الميزان ۳: ۳۸۱ مخ.)

[280] (منشور جاويد، ۶: ۱۰ مخ)

[281] (نمونه، ۶: ۴۱۱ مخ)

[282] (الميزان، ۳: ۳۸۶ مخ)

[283] (نمونه، ۲: ۶۴۵ مخ)

[284] (نمونه، ۲: ۶۴۹ مخ)

[285] (اطيب البيان، ۲: ۲۶۹ مخ)

[286] (الميزان، ۳: ۳۹۴ مخ)

[287] (الميزان، ۳: ۳۹۵-۴۰۰ مخونه)

[288] (الميزان، ۳: ۴۰۱ مخ)

[289] (الميزان، ۳: ۴۰۷ مخ.)

[290] (نهج البلاغه، ۲۳۴ خطبه)

[291] (الميزان، ۳: ۴۱۴ مخ)

[292] (الميزان، ۳: ۴۲۰ او ۴۳۲ مخونه)

[293] (نمونه، ۳: ۴۱ مخ)

[294] (نهج البلاغه ۲۶مه خطبه)

[295] (اطيب البيان، ۳: ۳۱۴ مخونه)

[296] (نمونه، ۳: ۵۰ او ۶۴ مخونه)

[297] (نمونه، ۳: ۸۰ مخ.)

[298] (الميزان، ۴۴: ۱۱ مخ . نمونه، ۳: ۸۵ مخ)

[299] (نمونه، ۳: ۸۶ مخ)

[300] (اطيب البيان، ۳: ۳۳۵ مخ)

[301] (۳ نمونه، ۷: ۱۰۵ مخ)

[302] (نمونه، ۳: ۱۰۶ مخ)

[303] (سفينه البحار ۳: ۲۹۶ مخ)

[304] (نمونه، ۳: ۱۱۲ مخ)

[305] (سفينه البحار، ۱: ۶۶۹ مخ)

[306] (تفسير موضوعي، ۶: ۳۳ او ۳۴ مخونه)

[307] (نمونه، ۳: ۱۲۱ مخ)

[308] (اطيب البيان، ۳: ۳۶۳)

[309] (الميزان، ۴: ۲۶ مخ)

[310] (الميزان، ۴: ۳۰ مخ)

[311] (سفينة البحار، ۱: ۳۹۴ مخ)

[312] (اطيب البيان، ۳: ۳۷۱ مخ)

[313] (پيام قرآن ۴: ۴۷۷ مخ)

[314] (اطيب البيان، ۳: ۳۷۱ مخ)

[315] (منشور جاويد، ۶: ۳۸۷ مخ)

[316] (نمونه، ۳: ۱۳۷ مخ)

[317] (الميزان، ۴: ۴۴ مخ)

[318] (نمونه، ۳: ۱۴۹ مخ)

[319] (نمونه، ۳: ۱۳۶ مخ)

[320] (نمونه، ۳: ۱۵۵ مخ)

[321] (نمونه، ۳: ۱۵۵ مخ)

[322] (اطيب البيان، ۳: ۴۰۴ مخ)

[323] (اطيب البيان، ۳: ۴۰۶ مخ)

[324] (نمونه، ۳: ۱۶۶ – ۱۶۹ مخونه)

[325] (نمونه، ۳: ۱۷۵ مخونه.)

[326] (نمونه، ۳: ۱۹۴ مخ)

[327] (نمونه: ۳ ټ، ۲۰۱ مخ)

[328] (نمونه: ۳ ټ، ۲۱۲ مخ)

[329] (نهج البلاغه: ۲۵ حکمت)

[330] (نمونه: ۳ ټ، ۲۱۹ مخ)

[331] (اطیب البیان: ۳ ټ، ۴۴۱ مخ)

[332] (الميزان، ۴: ۸۷ مخ)

[333] (اطيب البيان، ۳: ۴۴۷ مخ)

[334] (نمونه، ۳: ۲۳۰ مخ)

[335] (نهج البلاغه، ۱۲۲ حکمت)

[336] (نمونه، ۳: ۲۳۱ مخ)

[337] (الميزان، ۴: ۸۷ مخ)

[338] (نمونه، ۳: ۲۳۳ مخ ۷)

[339] (نمونه، ۳: ۲۳۷ مخ.)

[340] (نمونه، ۳: ۲۳۹ . اطيب البيان، ۳: ۴۵۵ مخ)

 

[341] (نمونه، ۲۴۹ مخ)

[342] (الميزان، ۴ ټ: ۹۳ مخ.)

[343] (نمونه، ۳: ۲۵۶ مخ)

[344] (نمونه، ۳: ۵۷ مخ)

[345] (نمونه، ۳: ۲۶۶ مخ)

[346] (نمونه، ٣/ ٢٧٤)

[347] (الميزان، ٤: ١٤٥ مخ)

[348] (نمونه، ٣: ٢٩٨ مخ)

[349] (نمونه ٣: ٣٠٢ مخ . الميزان ٤: ١٧٥ مخ)

[350] (الميزان ٤: ١٥٥ _ ١٥٧ مخونه)

[351] (نمونه ٣: ٣١٧ مخ)

[352] (نمونه، ٣/ ٤٢٩ مخ)

[353] (الميزان ٤/ ٢٢٨ مخ)

[354] (نمونه، ٣: ٣٣٦ مخ)

[355] (نمونه، ٣: ٣٥٨ مخ)

[356] (الميزان، ٤: ٢٦٥ مخ)

[357] (نمونه، ٣: ٣٥٨ مخ)

[358] (نمونه، ٣: ٣٦١ مخ)

[359] (نمونه، ٣: ٣٦٥ مخ).

[360] (نمونه، ٣: ٣٥٨ مخ)

[361] (الميزان، ٤: ٢٦٥ مخ.)

[362] (نمونه، ٣: ٣٦١ مخ)

[363] (نمونه، ٣: ٣٦٥ مخ)

[364] (نمونه، ٣: ٣٧٣ مخ)

[365] (الميزان، ٤: ٣٢٤ مخ)

[366] (الميزان، ٤: ٣٢٧ او ٣٢٩ مخونه)

[367] (نمونه، ٣: ٣٩٨ مخ)

[368] (الميزان، ٤: ٣٣٣ مخ)

[369] (نمونه، ٣: ٤٠١ مخ)

[370] (نمونه، ٣: ٤١٠ مخ.)

[371] (نمونه، ٣: ٣١٢ مخ)

[372] (الميزان ٤: ٣٥٣ مخ)

[373] (مصطلحات الفقه، ٥٣٧ مخ.)

[374] (نمونه، ٣: ٤١٤ مخ)

[375] (الميزان، ٤: ٣٥٧ مخ)

[376] (نمونه، ٣: ٤١٦ مخ)

[377] (نمونه، ٢٧: ٣٦٣ مخ)

[378] (نمونه، ٣: ٤٣٩ مخ)

[379] (نمونه، ٣: ٤٤٣ مخ)

[380] (اطيب البيان، ٤: ٩١ مخ)

[381] (المیزان: ۴/ ۳۷۳ مخ)

[382] (نمونه: ۳ ټ، ۴۴۷ مخ)

[383] (نمونه، ٣: ٤٥٠ مخ)

[384] (الميزان، ٤: ٣٩٣ مخ)

[385] (منشور جاويد، ٥: ٢٥٣ مخ)

[386] (نهج البلاغه ۱۸۲ خطبه)

[387] (نمونه، ٣: ٤٧٦ مخ)

[388] (کمال الدين او تمام النعمة، ١: ٢٥٣ مخ.)

[389] (نمونه، ٣: ٤٩١ مخ)

[390] (اطيب البيان، ٤: ١١٨ مخ)

[391] (نمونه، ٣: ٤٩٢ مخ)

[392] (نمونه، ٤: ٤٩٩ مخ)

[393] (نمونه، ٣: ٥٠٠ مخ)

[394] (نمونه، ٣: ٥٠٢ مخ)

[395] (پيام قرآن، ٣: ٣٦٦ مخ)

[396] (الميزان، ٤: ٤٢٤ مخ)

[397] (نمونه، ٣: ٥٠٦ مخ)

[398] (الميزان، ٤: ٤٢٥ مخ)

[399] (نمونه، ٤: ٣ مخ.)

[400] (نمونه، ٤: ٩ مخ)

[401] (الميزان، ٤: ٤٣١ مخ)

[402] (نمونه، ٢: ٢٨٠ مخ)

[403] (الميزان، ٤: ٤١٣ مخ)

[404] (نمونه، ٤: ۲۵ مخ)

[405] (الميزان، ٥: ٢٠ مخ)

[406] (نمونه، ٤: ٤٢ مخ)

[407] (الميزان، ٥: ٣٦ مخ)

[408] (الميزان، ٥: ٣١ او ٣٧ مخونه)

[409] (الميزان، ٥: ٣٩ مخونه)

[410] (نمونه، ٤: ٥٧ مخ)

[411] (الميزان، ٥: ٤٣ مخ)

[412] (نمونه، ٤: ٦٣ مخ)

[413] (نمونه، ٤: ٦٧ مخ)

[414] (الميزان، ٥: ٤٦ مخ)

[415] (اطيب البيان، ٤: ١٧٩ مخ)

[416] (الميزان، ٥: ٥٣ مخ)

[417] (نمونه، ٤: ٩٠ مخ)

[418] (نمونه، ٤: ١٠٣ مخ)

[419] (نهج البلاغه، ١٩٠ خطبه)

[420] (نمونه، ٤: ١١٠ مخ)

[421] (تفسير موضوعي، ٣: ٢٨٤ مخ)

[422] (منشور جاويد، ٧: ٢٧٥ مخ)

[423] (نمونه، ٤: ١٢٦ مخ)

[424] (نمونه، ٣: ٤٥٣ مخ)

[425] (نمونه، ٤: ١٤٠ مخ)

[426] (نمونه، ٤: ١٤٥ مخ)

[427] (الميزان، ٥: ١٠٠ مخ)

[428] (نمونه، ٤: ١٤٩ مخ)

[429] (الميزان، ٥: ١٠٨ . اطيب البيان، ٤: ٢٢٩ مخ).

[430] (مصطلحات الفقه، ٥٣٧ مخ)

[431] (الميزان، ٥: ١٠٣ مخ.)

[432] (الميزان، ٥: ١٠٨ مخ)

[433] (نمونه، ٤: ١٥٣ مخ)

[434] (وسائل الشيعه، ٢١: ٣٤٢ مخ.)

[435] (کافي، ٧: ٣٨٣ مخ، باب من شهد بالزور)

[436] (وسايل الشيعه، ٢٧: ٣٢٥ مخ. باب تحريم شهادة الزور)

[437] (نمونه، ٤: ١٧٠ مخ).

[438] (نمونه، ٤: ١٧٢ مخ)

[439] (نمونه، ٤: ١٧٥ مخ)

[440] (نمونه، ٤: ١٧٧ مخ)

[441] (الميزان، ٥: ١٢٣ مخ)

[442] (الميزان، ٥: ١٢٣ مخ)

[443] (الميزان، ٥: ١٢٥ مخ)

[444] (اطيب البيان، ٤: ٢٥٣ مخ)

[445] (نمونه، ٤، ١٨٩ مخ)

[446] (نمونه، ٤: ١٩٢ مخ)

[447] (مريم _ ٣٠)

[448] (اطيب البيان، ٤: ٢٦٢ مخ . الميزان، ٥: ١٣٤ مخ . موضوعي تفسير، ٧: ٣٥٦ مخ)

 

[449] (الميزان، ٥: ١٣٦ مخ)

[450] (تفسير نمونه، ٤: ٢١٤ مخ).

[451] (تفسير نمونه، ٤: ٢١٤ مخ)

[452] (الميزان، ۵ /١٤٨ مخ)

[453] (نمونه، ١٨: ١٨٢ مخ.)

[454] (نهج البلاغه، ١١٧ حکمت)

[455] (نهج البلاغه، ٨٣ حکمت)

[456] (نمونه، ٤: ٢٢٤ مخ)

[457] (نمونه، ٤: ٢٣٤ مخ)

[458] (تفسير موضوعي، ١: ٣٥٦ مخ)

[459] (نمونه، ٤: ٢٣٤ مخ.)

[460] (نمونه، ٤: ٢٤١ او ٢٤٢ مخونه)

[461] (الميزان، ٥: ١٦٠ مخ)

[462] (الميزان، ٥: ١٦٠ مخ)

[463] (نمونه، ٤: ٢٤٦ مخ)

[464] (نمونه، ٤: ٢٥٣ مخ)

 

[465] (نمونه، ٤: ٢٦٣_ ٢٧١ مخونه)

[466] (نمونه، ٤: ٢٨٥ مخ).

[467] (نمونه، ٤: ٢٩٠ مخ)

[468] (نمونه، ٤: ٢٩١ مخ)

[469] (الميزان، ٥: ٢٣٥ مخ)

[470] (اطيب البيان، ٤: ٣١٢ مخ)

[471] (الميزان، ٥: ٢٤٣ مخ)

[472] (الميزان، ٥: ٢٤٤ مخ)

[473] (نمونه، ٤: ٣٠٨ مخ)

[474] (الميزان، ٥: ٢٤٥ مخ)

[475] (نمونه، ١٩: ٤٢٨ مخ)

[476] (الميزان، ٥: ٢٤٦ مخ)

[477] (نمونه، ٤: ٣١٩ مخ)

[478] (نمونه، ٤: ٣٢٤ مخ)

[479] (منشور جاويد، ١٢: ٤٢٥ مخ)

[480] (نمونه، ٤: ٣٣٢ مخ . اطيب البيان، ٤: ٣٣٣ مخ)

[481] (الميزان، ٥: ٢٩٣ مخ)

[482] (الميزان، ٥: ٢٩٣ مخ)

[483] (نمونه، ٤: ٣٣٧ مخ)

[484] (مجمع البيان، ٣: ٣٠٧ مخ)

[485] (اطيب البيان، ٤: ٣٣٥ مخ)

[486] (الميزان، ٥: ٢٩٢ مخ)

[487] (نمونه، ٤: ٣٣٧ مخ)

[488] (الميزان، ٥: ٢٩٨ او ٣٠٢ مخونه)

[489] (اطيب البيان، ٤: ٣٤٢ مخ)

[490] (صافي، ٢: ٢٧ مخ)

[491] (الميزان، ٥: ٣٢٢ او ٣٢٨ مخونه)

[492] (نمونه ٤: ٣٦٠ مخ)

 

[493] (الميزان، ٥: ٣٣٥ مخ)

[494] (الميزان، ٥: ٣٤١ مخ.)

[495] (نمونه، ٤: ٣٧٦ مخ.)

[496] (نمونه، ٤: ٣٧٥ مخ)

[497] (نمونه، ٤: ٣٨١ مخ)

[498] (الميزان، ٥: ٣٤٩ مخ)

[499] (الميزان، ٥: ٣٧٢ مخ)

[500] (نمونه، ٤: ٣٩٣ مخ)

[501] (الميزان، ٥: ٣٧٣ مخ)

[502] (نمونه، ٤: ٣٩٨ مخ)

[503] (نمونه، ٤: ٣٩٩ مخ)

[504] (الميزان، ٥: ٣٦٤ او ٣٧٤ مخونه)

[505] (تفسير موضوعي، ٨: ١٦٧ مخ)

[506] (نمونه، ٤: ٤٠٧ مخ)

[507] (الميزان، ٥: ٣٧٤ مخ)

[508] (نمونه، ٤: ٤١٧ مخ)

[509] (الميزان، ٦: ٨ او ١٧ مخونه)

[510] (نمونه، ٤: ٤٣٣ مخ)

[511] (اطيب البيان، ٤: ٤١١ مخ)

[512] (الميزان، ٦: ٣٢ _ ٤٠ مخونه)

[513] (الميزان، ٦: ٤٤ مخ)

[514] (الميزان، ٦: ٦٨ مخ)

[515] (نمونه، ٥: ٣٠ مخ)

[516] (نمونه، ٥: ٣٤ مخ)

[517] (الميزان، ٦: ٦٩ مخ)

[518] (الميزان، ٦: ٧٧ مخ)

[519] (نمونه، ٥: ٤٣ مخ)

[520] (اصحاب سبت: د اعراف ١٦٥ آيت توضيح وګورئ)

[521] (الميزان، ٦: ٨٢ مخ) (مسخ: د مائدې سورت د ١٦٠ آيت څرګندنه وګورئ)

[522] (نمونه، ٥: ٥٠ _ ٥٥ مخونه)

[523] (الميزان، ٦: ٨٠ مخ)

[524] . (الميزان، ٦: ٨٥ مخ)

[525] (الميزان، ٦: ١١٢ مخ.)

[526] (نمونه، ٥: ٦٩ مخ)

[527] (وسایل، ٢٥: ٣١٨ مخ)

[528] (وسايل ، ٢٥: ٣٧٥ مخ)

[529] (وسایل، ٢٥: ٢٩٦ مخ)

[530] (وسایل، ٢٥: ٢٩٧ مخ)

[531] (وسایل، ٢٥: ٣٢٨ مخ)

[532] (نمونه، ٥: ٩٤ مخ)

[533] (نهج البلاغه، ١٩٢ خطبه)

[534] (د بقرې – ١٧١ آيت څرګندنې ته مراجعه وکړئ)

[535] (الميزان، ٦: ١٥٢ مخ)

[536] (نمونه، ٥: ١٠٩ مخ)

[537] (الميزان، ٦: ٢١٢ مخ)

[538] (اطيب البيان، ٤: ٤٩٣ مخ)

[539] (نمونه، ٥: ١٢٤ مخ).

[540] (الميزان، ٦: ٢٢٢ مخ)

[541] (الميزان، ٦: ٢٢٨ مخ)

[542] (منشور جاويد، ١٢: ٣٨٩ مخ)

[543] (نمونه، ٥: ١٣١ مخ).

[544] (منشور جاويد، ١٢: ٣٩١ مخ)

[545] (الميزان، ٦: ٢٣٧ مخ.)

[546] (الميزان، ٦: ٢٣٧ مخ)

[547] (الميزان، ٦: ٢٥١ مخ)

[548] (الميزان، ٧: ٥ مخ)

[549] (نمونه، ٥: ١٤٦ مخ)

[550] (نمونه، ٥: ١٤٨ مخ)

[551] (نمونه، ٥: ١٦١ مخ)

[552] (نمونه، ٥: ١٦٥ مخ)

[553] (نمونه، ٥: ١٦٦ مخ)

[554] (الميزان، ٧: ٣٧ _ ٤٨ مخونه)

[555] (الميزان، ٧: ٤١ _ ٤٤ مخونه)

[556] (الميزان، ٧: ٤٤ مخ)

[557] (نمونه، ٥: ٢٠١ مخ)

[558] (الميزان، ٧: ٥٦ مخ)

[559] (نمونه، ٥: ٢٠٧ مخ)

[560] (نمونه، ٥: ٢٢١ _ ٢٢٧ مخونه)

[561] (نمونه، ٥: ٢٣٩ مخ)

[562] (اطيب البيان، ٥: ٦٩ مخ)

[563] (الميزان، ٧: ٩٧ مخ)

[564] (نمونه، ٥: ٢٥١ مخ)

[565] (نساء/۱۱۰) (الميزان، ٧: ١٠٧_ ١١٣ مخونه)

[566] (منشور جاويد، ٨: ٢٣٨ مخ)

[567] (الميزان، ٧: ١٣٥ مخ)

[568] (نمونه، ٥: ٢٨٢ مخ)

[569] (الميزان، ٧: ١٤٠ او ١٥٥ مخونه)

[570] (الميزان، ٧: ١٤٤ او ١٥٧ مخونه)

[571] (نمونه، ٥: ٢٨٧ مخ)

[572] (الميزان، ٧: ١٤٧ مخ)

[573] (نمونه، ٥: ٢٩٤ مخ)

[574] (الميزان، ٧: ١٤٩ مخ)

[575] (الميزان، ٧: ١٦٧ مخ)

[576] (الميزان، ٧: ١٧٦ مخ.)

[577] (تفسير موضوعي، ٢: ٩١ مخ).

[578] (تفسير موضوعي، ١٢: ٢٣٤ مخ)

[579] (الميزان، ٧: ٢١٢ مخ)

 

[580] (الميزان، ٧: ٢٠٧ مخ)

[581] (الميزان، ٧: ٢٦٨ او ٢٧٤ مخونه)

[582] (نمونه، ٥: ٣٤١ مخ)

[583] (الميزان، ٧: ٣١٥ مخ)

[584] (نمونه، ٥: ٣٤٤ مخ)

[585] (الميزان، ٧: ٢٩٣ مخ)

[586] (نمونه، ٥: ٣٦٠ مخ)

[587] (نمونه، ٥: ٣٦٧ مخ)

[588] (الميزان، ٧: ٣٠٠ مخ)

[589] (نمونه، ٥: ٣٨١ مخ)

[590] (نمونه، ٥: ٣٩٤ مخ)

[591] الميزان، ٧: ٣٣١ مخ.

[592] په بدر کې د مشرکانو ماتې ته اشاره ده اوهغه څاه ده، چې ابوجهل او څو تنه د قريشو مشران يې پکې وغورځول.

[593] نهج البلاغه، ٢٣٤خطبه.

[594] له تفسير نمونه (٥: ٤٠٧ مخ) اخستل شوى دى.

[595] الميزان، ٧: ٣٤٤ مخ.

[596] نمونه، ۵ ټ، ۴۲۴ مخ

[597] نمونه، ۵ ټ، ۴۳۰ مخ

[598] (نمونه)، ٥: ٤٣١ مخ.

[599] نمونه، ٥: ٤٣٦مخ.

[600] پيام قرآن، ٦: ٢٨٤ مخ.

[601] نمونه، ٥: ٤٤٠ مخ.

[602] الميزان، ٧ : ٣٦٩ مخ.

[603] الميزان، ٥: ٤٤٩مخ

[604] نمونه، ٥: ٤٤٩ مخ

[605] الميزان، ٧: ٣٧٢مخ.

[606] نمونه، ٥: ٤٥٥مخ

[607] نمونه، ٥: ٤٥٧ مخ

[608] الميزان، ٧: ٣٧٥ مخ.

[609] نمونه، ٦: ٩ مخ.

[610] نمونه، ٦: ١٣ مخ . تفسير کاشف، ٣: ٤٧١ مخ.

[611] نمونه، ٦: ١٥مخ.

[612] تفسيرکاشف، ٣: ٤٧١ مخ.

[613] نمونه، ٦: ٢٤ مخ.

[614] (بقره – ٨٣، نساً – ٣٦، اسراً – ٢٣، لقمان – ١٤ آيت او دا آيت)

[615] الميزان، ٧: ٣٨٦ مخ.

[616] وسائل الشيعه، ٢١: ٥٠١مخ.

[617] مستدرک الوسائل، ١٥: ١٧٦ مخ.

[618] نمونه، ٦: ٣٤ مخ.

[619] نمونه، ٦: ٣٤مخ.

[620] الميزان، ٧: ٣٨٨مخ.

[621] الميزان، ٧: ٣٩٧مخ.

[622] نمونه، ٦: ٤٠ مخ.

[623] (حجر- ٨)

[624] (محمد- ١٨)

[625] منشورجاويد، ٩: ٢٥٢مخ.

[626] نمونه، ٦: ٤٩ مخ.

[627] نمونه، ٦: ٥٧ مخ.

[628] نمونه، ٦: ٧٥مخ.

[629] نمونه، ٦: ٧٩مخ.

[630] نمونه، ٦: ٩١مخ.

[631] نمونه، ٦: ٩٩ مخ

[632] نمونه، ٦: ١٠٦ مخ

[633] الميزان، ٨: ٣٢ مخ.

[634] نمونه، ٦: ١٢٣ مخ

[635] الميزان، ٨: ٧١مخ

[636] الميزان، ٨: ٧١ مخ.

[637] الميزان، ٨: ٨٠مخ.

[638] نمونه، ٦: ١٥٣ مخ.

[639] عياشي تفسير، ٢: ١٤٢مخ.

[640] الميزان، ٨: ١٣٩ مخ

[641] الميزان، ٨: ١٤٢ مخ.

[642] نمونه، ٦: ١٨٩ مخ.

[643] پيام قرآن، ٦: ٥٥٧ مخ.

[644] نمونه، ٦: ٢٠٠ مخ . پيام قرآن، ٢: ١٦٥ مخ.

[645] نمونه، ٦: ٢٠٦ مخ

[646] کاشف، ٤: ١٧١مخ.

[647] نمونه، ٦: ٢١٦ مخ.

[648] الميزان، ٨: ١٧٦ مخ.

[649] (وګورئ: دهمدې سورت ٧٣، ٦٥ – او ٨٥ آيتونه)

[650] نمونه، ٦: ٢١٩ مخ.

[651] نمونه، ٦: ٢٢٦ مخ.

[652] نمونه، ٦: ٢٢٩ مخ. .الميزان، ٨: ١٨٢ مخ.

[653] نمونه، ٦: ٢٣٥مخ.

[654] الميزان، ٨: ١٨٣ مخ

[655] [المیزان: ۸ ټ، ۱۸۵ مخ، . موضوعي تفسیر ۶ ټ، ، ۳۲۱ مخ]

[656] نمونه، ٦: ٢٣٧مخ.

[657] نمونه، ٦: ٢٢مخ.

[658] نمونه، ٦: ٢٣٨ مخ.

[659] تفسير موضوعي، ٦: ٣٨٤ مخ.

[660] الميزان، ٨: ١٨٨مخ.

[661] نمونه، ٦: ٢٤٥مخ.

[662] اطيب البيان، ٥: ٣٧٦ مخ.

[663] نمونه، ٢٤: ٣٠٠ مخ او ٩: (٨) مخ.

[664] الميزان، ٨: ١٩١ مخ.

[665] الميزان، ٨: ١٩٢ مخ.

[666] الميزان، ٨: ١٩٥مخ.

[667] (المیزان، ۸ ټ، ۱۹۵ مخ).

[668] نمونه، ١٠: ٢٩٥ مخ.

[669] نمونه، ٧: ٨٨مخ.

[670] نمونه، ١٠: ٢٩٨ مخ.

[671] قاموس قرآن، دفتح ماده.

[672] مجمع البيان، ٤: ٣٠٥ مخ.

[673] نمونه، ٦: ٢٦٦مخ.

[674] تفسير موضوعي، ١١: ١٥٤مخ.

[675] نمونه، ٦: ٢٦٦مخ.

[676] نمونه، ٦: ٢٧٣مخ.

[677] کافي. ٢: ٩٤ مخ.

[678] نمونه، ٦: ٢٧٢مخ.

[679] اطيب البيان، ٦: ٤٠٨ مخ.

[680] الميزان، ٨: ٢١٨مخ.

[681] اطيب البيان، ٥: ٤١٢ مخ.

[682] نمونه، ٦: ٢۲٢مخ.

[683] نمونه، ٦: ٢٩٣مخ.

[684] نهج البلاغه، ٤ مه خطبه.

[685] نمونه، ٣٠٠، ١٦ مخ.

[686] نمونه، ٦: ٣٠٥ مخ.

[687] الميزان، ٨: ٢٢٨ مخ.

[688] نمونه، ٦: ٣٠٩ مخ.

[689] نمونه، ٦: ٣١٦مخ.

[690] الميزان، ٨: ٢٣٣مخ.

[691] الميزان، ٨: ٢٣٣مخ.

[692] الميزان، ٨: ٢٣٨ مخ.

[693] نمونه، ٦: ٣٤٠ مخ.

[694] نمونه، ٦: ٣٤٣ مخ.

[695] (نساً – ١٥٣)

[696] نمونه، ٦: ٣٥٦مخ.

[697] نمونه، ٦: ٣٦٣مخ.

[698] نمونه، ٦: ٣٦٤مخ.

[699] نمونه، ٦: ٣٧١مخ.

[700] نمونه، ٦: ٣٧٦مخ.

[701] نمونه، ٦: ٣٧٧مخ.

[702] نمونه، ٦: ٣٨٨مخ.

[703] الميزان، ٨: ٢٧٧مخ.

[704] نمونه، ٦: ٣٩١مخ.

[705] الميزان، ٨: ٢٧٩مخ.

[706] نمونه، ٦: ٣٩٣مخ.

[707] الميزان، ٨: ٢٩٥مخ.

[708] منشورجاويد، ٧: ٢٤٨مخ.

[709] نمونه، ٦: ٤٠٠ مخ.

[710] الميزان، ٨: ٢٩٠ مخ.

[711] نمونه، ٦: ٤١١مخ.

[712] نمونه، ٦: ٤١٢مخ.

[713] نمونه، ٦: ٤١٨مخ.

[714] نمونه، ٦: ٤١٩ مخ.

[715] نمونه، ٦: ٤٢٢مخ.

[716] نمونه، ٦: ٤٢٣مخ.

[717] اطيب البيان، ٦: ١٧مخ.

[718] نمونه، ٦: ٤٣٠ مخ.

 

[719] نمونه، ٧: ٤مخ.

[720] تفسير قمي، ١: ٢٤٧مخ.

[721] الميزان، ٨ ٣٤٢مخ.

[722] نمونه، ٧: ١٩ مخ.

[723] نمونه، ٧: ٢٨-٣٢ مخونه.

[724] نمونه، ٧: ٤٦مخ.

[725] پيام قرآن، ٧: ٢٥٤مخ.

[726] نمونه، ٧: ٥١ مخ.

[727] نمونه، ٧: ٦٢مخ.

[728] الميزان، ٨: ٣٨٩مخ.

[729] نمونه، ٧: ٦٧مخ.

[730] نمونه، ٧: ٧٠مخ.

[731] نمونه، ٧: ٧٧مخ.

[732] الميزان، ٩: ٧مخ.

[733] نمونه، ٧: ٨١مخ.

[734] نمونه، ٧: ٨٣ مخ.

[735] نمونه، ٧: ٩٣ مخ.

[736] الميزان، ٩: ٢٢مخ.

[737] الميزان، ٩: ٢١مخ.

[738] نمونه، ٧: ١١٣مخ او المیزان، ۹ ټ، ۷ مخ

[739] الميزان، ٩: ٦٠مخ.

[740] نمونه، ٧: ١٢٧مخ.

[741] نمونه، ٧: ١٢٩مخ.

[742] الميزان، ٩: ٥١مخ.

[743] نمونه، ٧: ١٣٦مخ.

[744] الميزان، ٩: ٥٦مخ.

[745] نمونه، ٧: ١٣٨ مخ.

[746] نورالثقلين، ٣: ٤١مخ.

[747] نمونه، ٧: ١٥٦مخ.

[748] نمونه، ٧: ١٥٧مخ.

[749] الميزان، ٩: ٧٥مخ.

[750] نمونه، ٧: ١٦٦مخ.

[751] نمونه، ٧: ١٧٤مخ.

[752] نمونه، ٧: ١٩٤مخ.

[753] نمونه، ٧: ٢٠١مخ.

[754] نمونه، ٧: ٢٠٣مخ.

[755] الميزان، ٩: ١١٢ مخ.

[756] تفسير موضوعي، ١٢: ١٩٣ مخ.

[757] الميزان، ٩: ١١٣مخ.

[758] نمونه، ٧: ٢٢٢مخ.

[759] پيام قرآن، ١٠: ٣٣٦مخ.

[760] نمونه، ٧: ٢٢٢مخ.

[761] نمونه، ٧: ٢٣٧مخ.

[762] الميزان، ٩: ١٢٨مخ.

[763] نمونه، ٧: ٢٣٧مخ.

[764] نمونه، ٧: ٢٤٤مخ.

[765] نمونه، ٧: ٢٥٢مخ. . پيام قرآن، ١٠: ٢٧٩مخ.

[766] نمونه، ٧: ٢٥٥مخ.

[767] الميزان، ٩: ١٤٥مخ.

[768] (المیزان، ۹ ټ، ۱۵۰ مخ)

[769] الميزان، ٩: ١٥٠ مخ.

[770] الميزان، ٩: ١٥١مخ.

[771] منشور جاوید، ۷ ټ، ۱۳۵ مخ

[772] نمونه، ٧: ٢٨٩مخ. المیزان، ۹ ټ، ۱۵۲ مخ

[773] الميزان، ٩: ١٥٢مخ، نمونه، ۷ ټ، ۲۸۹ مخ)

[774] نمونه، ٧: ٢٩٨ مخ.

[775] منشورجاويد، ٧: ١٦١مخ.

[776] الميزان، ٩: ١٦٣مخ.

[777] نمونه، ٧: ٣١٤.

[778] نمونه، ٧: ٣١٨ مخ.

[779] الميزان، ٩: ٢١٦ مخ.

[780] نمونه، ٧: ٣٣١مخ.

[781] ګټنه شوې دوه له: نمونه، ٧: ٣٣٩ مخ . منشور جاويد ٧: ٦ –او ٦٣ مخونه.

[782] الميزان، ٩: ٢٣٦مخ.

[783] نمونه، ٧: ٣٥٤مخ.

[784] الميزان، ٩: ٢٥١مخ.

[785] الميزان، ٩: ٢٥٣مخ.

[786] نمونه، ٧: ٣٧٢مخ.

[787] الميزان، ٩: ٢٥٩ مخ.

[788] الميزان، ٩: ٢٧٧مخ.

[789] اطيب البيان، ٦: ٢١٦مخ.

[790] تفسير عياشي، ٢: ٢٣٢مخ.

[791] المیزان، ۹ ټ، ۲۸۰ مخ

[792] نمونه، ۷ ټ، ۴۱۲ مخ

[793] (د ډېرومعلوماتو لپاره تر همدې آيت لاندې وګورئ: (طيب البيان تفسير)

[794] الميزان، ٩: ٢٩٣ مخ.

[795] منشور جاويد، ٧: ٨٢ او ٢٩٥ مخونه.

[796] نمونه، ۷: ۴۳۷مخ.

[797] نمونه، ۷: ۴۳۹مخ.

[798] المیزان، ۹: ۳۱۷مخ.

[799] اطیب البیان، ۶: ۲۳۷مخ.

[800] نمونه، ۷: ۴۵۰مخ.

[801] نمونه، ۴: ۸مخ

[802] المیزان، ۹: ۳۲۱مخ.

[803] المیزان، ۹: ۳۳۳مخ.

[804] المیزان، ۹: ۳۵۳مخ.

[805] المیزان، ۹: ۳۴۳مخ.

[806] نمونه، ۸: ۳۰ مخ.

[807] المیزان، ۹: ۳۵۸.

[808] نمونه، ۸: ۳۴مخ.

[809] کافی، ۸: ۱۸۱مخ.

[810] نمونه، ۸: ۳۶مخ.

[811] المیزان، ۹: ۳۴۹مخ.

[812] نمونه، ۸: ۳۸مخ.

[813] تفسیر عیاشی، ۲: ۲۴۲مخ.

[814] (د همدی سورت – ۶۴آیت)

[815] المیزان، ۹: ۳۵۱مخ.

[816] نمونه، ۸: ۴۵مخ.

[817] المیزان، ۹: ۳۶۴مخ.

[818] نمونه، ۸: ۵۵مخ.

[819] المیزان، ۹: ۳۶۳مخ.

[820] نمونه، ۸: ۶۳مخ.

[821] المیزان، ۹: ۳۱۹مخ.

[822] نمونه، ۸: ۷۵

[823] المیزان، ۹: ۳۷۳مخ.

[824] نمونه، ۸: ۸۱مخ.

[825] نمونه، ۸: ۸۲ مخ.

[826] المیزان. ۹ ټ، ۳۸۱ مخ

[827] وسایل الشیعه، ۱۶: ۲۶۶مخ.

[828] نمونه، ۸: ۹۳مخ.

[829] نمونه، ۸: ۱۰۳ مخ.

[830] المیزان، ۹: ۳۹۰ مخ.

[831] نمونه، ۸: ۱۲۱مخ.

[832] نمونه، ۸: ۱۲۵مخ.

[833] المیزان، ۹: ۴۰۴مخ.

[834] المیزان، ۹: ۴۰۵مخ.

[835] نمونه، ۸: ۱۴۶مخ.

[836] نمونه، ۸: ۱۴۰ مخ.

[837] المیزان. ۹: ۴۱۰ مخ.

[838] نمونه ۸،: ۱۴۹مخ.

[839] کافی، ۵: ۱۵مخ.

[840] المیزان، ۹: ۴۲۰مخ.

[841] نمونه، ۸: ۱۵۱مخ . المیزان، ۹: ۴۱۱مخ.

[842] نمونه، ۸: ۱۵۵مخ.

[843] المیزان ۹: ، ۴۱۱مخ.

[844] المیزان، ۹: ۴۲۲مخ.

[845] المیزان، ۹: ۴۱۱مخ.

[846] اطیب البیان، ۶: ۳۲۹مخ.

[847] نمونه، ۸: ۱۹۰ مخ.

[848] پیام قرآن، ۱۰: ۲۸۲مخ.

[849] المیزان. ۹: ۴۱۹مخ.

[850] نمونه، ۸: ۱۹۷مخ.

[851] نمونه، ۸: ۲۰۳مخ.

[852] المیزان، ۹: ۴۲۶مخ.

[853] له تفسیر موضوعی اخسته. . .: ۸: ۲۹۰ مخ.

 

[854] نمونه، ۸: ۲۱۲مخ.

[855] نمونه، ۸: ۲۱۶مخ.

[856] المیزان، ۱۰: ۱۹ مخ.

[857] نمونه، ۸ ټ، ۲۱۹ مخ

[858] نمونه، ۸: ۲۱۹مخ.

[859] نمونه، ۸: ۲۲۴ مخ.

[860] نمونه، ۸: ۲۳۳مخ.

[861] تفسیر موضوعی، ۵: ۳۳۴مخ.

[862] المیزان، ۱۰: ۲۱مخ.

[863] المیزان، ۱۰: ۲۵مخ.

[864] تفسیر موضوعی، ۱: ۳۳۵مخ.

[865] نمونه، ۸: ۲۵مخ.

[866] تفسیر موضوعی، ۱۲: ۲۷ مخ.

[867] نمونه، ۸: ۲۵۴مخ.

[868] (یونس- ۱۵)

[869] (یونس ۲۰)

[870] المیزان. ۱۰: ۳۳مخ.

[871] نمونه، ۸: ۲۵۷مخ.

[872] المیزان، ۱۰: ۳۹ مخ.

[873] نمونه، ۸: ۲۶۳مخ.

[874] (انعام – ۱۶۰)

[875] (نساء – ۱۷۳)

[876] تفسیرموضوعی، ۵: ۸۱ مخ.

[877] المیزان، ۱۰: ۴۸ مخ.

[878] تفسیر موضوعی ۱۴: ، ۲۵۸مخ.

[879] نمونه، ۸: ۲۷۷ مخ.

[880] المیزان، ۱۰: ۵۳مخ.

[881] المیزان، ۱۰: ۶۲مخ.

[882] اعراف – ۱۶۹

[883] یونس ۳۹. نمونه، ۸: ۲۹۷ مخ.

[884] نمونه، ۸: ۳۰۳مخ.

[885] المیزان، ۱۰: ۶۶مخ.

[886] نمونه، ۸: ۳۱۲مخ.

[887] نهج البلاغه، ۱۷۵: مخ.

[888] نمونه، ۸: ۳۲۲مخ.

[889] (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: دمایده سورت د ۱۰۳ آیت څرګندنه). المیزان، ۱۰: ۷۹مخ.

[890] نمونه، ۸: ۳۳۱مخ.

[891] نمونه، ۸: ۳۳مخ.

[892] المیزان، ۱۰: ۹۲ مخ.

[893] نورالثقلین، ۳: ۲۲۲مخ.

[894] (فصلت -۳۰)

[895] نمونه، ۸: ۳۳۷مخ. +المیزان، ۱۰: ۹۴ مخ.

[896] المیزان، ۱۰ ۹۷مخ.

[897] نمونه، ۸: ۳۵۱مخ.

[898] المیزان، ۱۰: ۹۸ مخ.

[899] پیام قرآن، ۷: ۶۴ –او ۶۵ مخونه.

[900] اطیب البیان، ۶: ۴۳۰ مخ.

[901] نمونه، ۸: ۳۵۹ مخ.

[902] المیزان، ۱۰: ۱۰۴ مخ.

[903] نمونه، ۸: ۳۷۱مخ.

[904] المیزان، ۱۰: ۱۰۹مخ.

[905] المیزان، ۱۰: ۱۱۰مخ.

[906] نمونه، ۸: ۳۷۶مخ.

[907] منشور جاوید، ۱۲: ۱۳۱مخ.

[908] نمونه، ۸: ۳۷۷مخ.

[909] المیزان، ۱۰: ۱۱۴مخ.

[910] المیزان، ۱۰: ۱۱۶مخ.

[911] نمونه، ۸: ۳۸۷مخ.

[912] نمونه، ۸: ۳۹۰مخ.

[913] المیزان، ۱۰: ۱۲۶مخ.

[914] نمونه، ۹: ۳مخ.

[915] نمونه، ۹: ۱۰مخ.

[916] المیزان، ۱۰: ۱۳۶مخ.

[917] تاریخی

[918] نمونه، ۹: ۱۵مخ + المیزان، ۱۰: ۱۷مخ.

[919] نمونه، ۹: ۲۶مخ.

[920] المیزان، ۱۰: ۱۶۷- او ۱۷۳مخونه.

[921] نمونه، ۹: ۵۱مخ + المیزان، ۱۰: ۱۷۵-او۱۷۷مخونه.

 

[922] المیزان، ۱۰: ۱۸۵مخ.

[923] نمونه، ۹: ۶۳مخ + المیزان، ۱۰: ۱۸۱مخ.

[924] المیزان، ۱۰: ۱۸۳مخ.

[925] نمونه، ۹: ۶۶مخ.

[926] المیزان، ۱۰: ۱۸۸مخ.

[927] نمونه، ۹: ۷۱مخ.

[928] المیزان، ۱۰: ۲۰۰ مخ.

[929] نمونه، ۹: ۸۷مخ.

[930] نمونه، ۹: ۹۰ مخ.

[931] نمونه، ۹: ۹۴مخ.

[932] المیزان، ۱۰: ۲۳۳مخ.

[933] المیزان. ۱۰: ۲۱۵مخ.

[934] المیزان، ۱۰: ۲۳۳مخ.

[935] نمونه، ۹: ۱۰۳مخ.

[936] المیزان، ۱۰: ۲۳۴مخ.

[937] نمونه، ۹: ۱۰۹مخ.

[938] المیزان، ۱۰: ۲۲۰مخ.

[939] نمونه، ۹: ۱۱۸مخ.

[940] نمونه، ۹: ۱۱۶مخ.

[941] المیزان، ۱۰: ۲۲۸مخ.

[942] المیزان، ۱۰: ۲۹۴مخ.

[943] نمونه، ۹: ۱۳۸ مخ.

[944] المبزان. ۱۰: ۲۹۱مخ.

[945] المیزان. ۱۰ ټ، ۲۹۳ .

[946] نمونه، ۹ ټ، ۱۵۰ مخ

[947] المیزان، ۱۰: ۳۰۲ مخ.

[948] نمونه، ۹: ۱۷۳ مخ.

[949] نمونه، ۹: ۱۷۴مخ.

[950] المیزان، ۱۰: ۳۱۴مخ.

[951] نمونه، ۹: ۱۸۴ مخ.

[952] نمونه، ۹: ۱۸۵ مخ.

[953] الميزان، 10: 332 مخ

[954] نمونه، 9: 192 مخ.                                        

[955] نمونه، 9: 203 مخ.

[956] الميزان، 10: 361 مخ

[957] ابراهيم_34- الميزان، 10: 362 مخ

[958] بحار الانوار، 12: 380 مخ. + الميزان، 10: 365 مخ.

[959] الميزان، 10: 365 مخ

[960] الميزان، 11: 10 مخ.

[961] الميزان، 11: 23 مخ+ نمونه، 9: 239 مخ.

[962] نمونه، 9: 258 مخ.

[963] نمونه، 9: 259 مخ

[964] الميزان، 11: 69 مخ.

[965] نمونه، 9: 275 مخ.

[966] الميزان، 11: 62 مخ.

 

[967] الميزان، 11: 62 مخ.

[968] الميزان، 11: 80 مخ.

[969] نمونه، 9: 318.

[970] الميزان، 11: 84 مخ.                         

[971] منشور جاويد، 11: 347 مخ.                

[972] نمونه، 9: 326 مخ.

[973] نمونه، 9: 323 مخ.

[974] الميزان، 11: 102 مخ.

[975] منشور جاويد، 11: 355 مخ.

[976] نمونه، 9: 250 مخ.

[977] نمونه، 9: 357 مخ.

[978] نمونه، 9: 361 مخ.

[979] الميزان، 11: 122 مخ.

[980] نمونه، 9: 368 مخ.

[981] الميزان، 11: 128 مخ

[982] منشور جاويد، 11: 375 مخ.

[983] الميزان، 11: 146 مخ.

[984] نمونه، 9: 389 مخ.

[985] الميزان، 11: 147 مخ.

[986] نمونه، 9: 388 مخ.

 

[987] نمونه، 9: 368 مخ.

[988] الميزان، 11: 128 مخ.                       

[989] منشور جاويد، 11: 375 مخ.

[990] الميزان، 11: 146 مخ.

[991] نمونه، 9: 389 مخ.

[992] الميزان، 11: 147 مخ.                       

[993] الميزان، 11: 177 مخ.

[994] الميزان، 11: 180 مخ.

[995] نمونه، 9: 418 مخ.

[996] نهج البلاغه، 198 حكمت.

[997] الميزان، 11: 190 مخ.

[998] الميزان، 11: 191 مخ.

[999] نمونه، 9: 430 مخ.

[1000] اطيب البيان، 7: 210 مخ.

[1001] الميزان، 11: 203 مخ.

[1002] الميزان، 11: 201 مخ.

[1003] الميزان، 11: 209 مخ.

[1004] اطيب البيان، 7: 221 مخ.

[1005] الميزان، 11: 211 مخ.

[1006] الميزان، 11: 216 مخ.

[1007] نمونه، 10: 26 مخ.

[1008] الميزان، 11: 220 مخ.

[1009] الميزان، 11: 223 مخ.

[1010] نمونه، 10: 39 مخ.

[1011] پيام قرآن، 7: 121 مخ.

[1012] الميزان، 11: 225 مخ.

[1013] نمونه، 10: 37 مخ

[1014] المیزان ۱۱ ټ، ۲۴۲ مخ

[1015] نمونه، 10: 45 مخ.

[1016] الميزان، 11: 232 مخ

[1017] الميزان، 11: 233 مخ.

[1018] الميزان، 11: 243 مخ.

[1019] الميزان، 11: ۲۳۷ مخ.

[1020] الميزان، 11: 233 مخ

[1021] اصول کافی، ۲ ټ، ۳۰۳

[1022] نمونه، 10: 65 مخ.

[1023] الميزان، 11: 245 مخ.

[1024] نمونه، 10: 75 مخ.

[1025] الميزان، 11: 247 مخ.

[1026] نمونه، 10: 83 مخ.

[1027] الميزان، 11: 249 مخ

[1028] الميزان، 11: 278 مخ.

[1029] الميزان، 11: 279 مخ.

[1030] الميزان، 11: 285 مخ

[1031] نمونه، 10: 110 مخ

[1032] الميزان، 11: 296 مخ

[1033] نمونه، 10: 116 مخ

[1034] الميزان، 11: 303 مخ.

[1035] نمونه، 10: 130 مخ.

[1036] نمونه، 10: 142 مخ.

[1037] الميزان، 11: 333 مخ

[1038] نمونه، 10: 145 مخ.

[1039] پيام قرآن، 2: 262 مخ.

[1040] الميزان، 11: 319 مخ.

[1041] نمونه، ۱۰ ټ، ۱۵۶ مخ

[1042] نمونه، 10: 167 مخ

[1043] الميزان، 11: 345 مخ.

[1044] نمونه، 10: 178 مخ.

[1045] الميزان، 11: 347 مخ.

[1046] نمونه، 10: 191 مخ.

[1047] الميزان، 11: 358 مخ.

[1048])1(الميزان، 11: 359 مخ.                             )2(او)3(الميزان، 11: 364 مخ.

 

[1049] الميزان، 11: 364 مخ.

[1050] الميزان، 11: 364 مخ.

[1051] الميزان، 11: 374 مخ.

[1052] الميزان، 11: 374 مخ.

[1053] نمونه، 10: 241مخ.

[1054] الميزان، 11: 389 مخ.

[1055] نمونه، 10: 259 مخ.

[1056] نمونه، 10: 267 مخ.

[1057] نمونه، 10: 269. الميزان، 12: 15 مخ.

[1058] الميزان، 12: 17 مخ.

[1059] نمونه، 10: 278 مخ.

[1060] منشور جاويد، 1: 248 مخ.

[1061] الميزان، 12: 26 مخ.

[1062] بحار الانوار، 8: 244 مخ.

[1063] نمونه، 10: 314 مخ.

[1064] الميزان، 12: 42 مخ.

[1065] نمونه، 10: 327 مخ.

[1066] الميزان، 12: 49 مخ.

[1067] نمونه، 10: 335 مخ.

[1068] اطيب البيان، 7: 384 مخ.

[1069] الميزان، 12: 63 مخ.

[1070] الميزان، 12: 54 مخ.

[1071] نمونه، 10: 355 مخ.

[1072] نمونه، 10: 375 مخ

[1073] نمونه، 10: 357 مخ.

[1074] الميزان، 12: 69 مخ.

[1075] نمونه، 10: 362 مخ.

[1076] نمونه، 10: 375 مخ.

[1077] الميزان، 12: 80 مخ.

[1078] الميزان، 14: 338 مخ.

[1079] الميزان، 12: 87 مخ.

[1080] الميزان، 12: 93 مخ.

[1081] الميزان، 12: 95 مخ . نمونه، 11: 7 مخ.

[1082] الميزان، 12: 96مخ . نمونه، 11: 15 مخ.

[1083] الميزان، 12: 99مخ. . نمونه، 11: 18 مخ.

[1084] نمونه، 11: 36 مخ.

[1085] نمونه، 11: 40 مخ.

[1086] نمونه، 11: 54 مخ.

[1087] پيام قرآن، 2: 316 مخ.

[1088] نمونه، 11: 58 مخ.

[1089] الميزان، 12: 144 مخ.

[1090] نمونه، 11: 61 مخ.

[1091] نمونه، 11: 78 مخ.

[1092] الميزان، 12: 158 مخ.

[1093] نمونه، 11: 72 مخ.

[1094] پيام قرآن، 1: 416 مخ.

[1095] نمونه، 11: 73 مخ.

[1096] الميزان، 12: 169 مخ. . پيام قرآن، 6: 418 مخ.

[1097] پيام قرآن، 6: 418 مخ.

[1098] نمونه، 11: 78 مخ.

[1099] الميزان، 12: 179 مخ.

[1100] نمونه، 11: 99 مخ.

[1101] نمونه، 11: 99 مخ.

[1102] الميزان، 12: 179 مخ.

[1103] اطيب البيان، 8: 54 مخ.

[1104] نمونه، 11: 110 مخ.

[1105] مجمع البيان، 6: 142 مخ.

[1106] الميزان، 12: 184 مخ.

[1107] نمونه، 11: 114 مخ.

[1108] تفسير موضوعي، 6: 332 مخ.

[1109] نمونه، 11: 129 مخ.

[1110] الميزان، 12: 191 مخ.

[1111] نمونه، 11: 137 مخ.

[1112] الميزان، 12: 193 مخ.

[1113] الميزان، 12: 196 مخ.

[1114] نمونه، 11: 142 مخ.

[1115] نمونه، 11: 142 مخ.

[1116] نمونه، 11: 151 مخ . الميزان، 12: 203 مخ.

 

[1117] الميزان، 12: 211 مخ.

[1118] نمونه، 11: 172 مخ.

[1119] نمونه، 11: 172 مخ.

[1120] وسائل الشيعه، 25: 96 مخ.

[1121] نمونه، 11: 172 مخ

[1122] نمونه، 11: 182 مخ.

[1123] پيام قرآن، 2: 222 مخ.

[1124] نمونه، 11: 183 او 188 مخونه.

[1125] نمونه، 11: 194 مخ.

[1126] نمونه، 11: 206 مخ.

[1127] الميزان، 12: 232 مخ.

[1128] سجده_ 12

[1129] يونس_90

[1130] نمونه، 11: 209 مخ.

[1131] الميزان، 12: 234 مخ.

[1132] نمونه، 11: 213 مخ.

[1133] الميزان، 12: 237 مخ.

[1134] نمونه، 11: 221 مخ.

[1135] نمونه، 11: 225 مخ.

[1136] نمونه، 11: 235 مخ.

[1137] الميزان، 12: 253 مخ.

[1138] الميزان، 12: 256 مخ.

[1139] الميزان، 12: 260 مخ.

[1140] نمونه، 11: 249 مخ.

[1141] نمونه، 11: 254 مخ.

[1142] نمونه، 11: 267 مخ.

[1143] نمونه، 11: 267 مخ.

[1144] الميزان، 12: 276 مخ.

[1145] الميزان، 12: 280 مخ.

[1146] نمونه، 11: 284 مخ.

[1147] الميزان، 12: 288 مخ.

[1148] نمونه، 11: 290 مخ.

[1149] الميزان، 12: 292 مخ.

[1150] نمونه، 11: 302 مخ.

[1151] الميزان، 12: 294 مخ.

[1152] الميزان، 12: 297 مخ.

[1153] نمونه، 11: 322 مخ.

[1154] الميزان، 12: 298 مخ.

[1155] الميزان، 12: 299 مخ. نمونه، 11: 344 مخ

[1156] الميزان، 12: ۳۱۴

[1157] نمونه، 11: ۳۵۰ مخ.

[1158] اطيب البيان، 8: 167 مخ

[1159] نمونه، 11: 357 مخ.

[1160] تفسير موضوعي، 2: 707 مخ.

[1161] الميزان 12: 323 مخ. نمونه، 11: 359 مخ. اطيب البيان 8: 174 مخ.

[1162] نمونه، ۱۱، ۳۶۱

[1163] نمونه ۱۱، ۳۹۶

[1164] المیزان ۱۲، ۳۳۵

[1165] طیب البیان، ۸ ټ، ۱۸۱ مخ.

[1166] نمونه، 11ټ: ۳۹۰ مخ.

[1167] نمونه، ۱۱ټ، ۳۸۸ مخ.

[1168] الميزان، 2: 341 مخ.

[1169] نمونه، 11: 397 مخ.

[1170] الميزان، 12: 347 مخ.

[1171] نمونه، 11: 412 مخ.

[1172] الميزان، 12: 352 مخ.

[1173] الميزان، 12: 358 مخ.

[1174] الميزان، 12: 376 مخ.                   

[1175] نمونه، 11: 435 مخ.

[1176] نمونه، 11: 441 مخ.

[1177] نمونه، 11: 444 مخ.

[1178] نمونه، 11: 445 مخ.

[1179] الميزان، 12: 367 او 368 مخونه.

[1180] الميزان، 12: 369 مخ.

[1181] نمونه، 11: 355 مخ.

[1182] الميزان، 13: 5 مخ.

[1183] الميزان، 13: 7 مخ.

[1184] الميزان، 13: 37 مخ.

[1185] نمونه، 12: 24 مخ.

[1186] الميزان، 13: 43 مخ. نمونه، 12: 28 مخ.

[1187] نمونه، 12: 39 مخ. اطيب البيان، 8: 228 مخ.

[1188] نمونه، 12: 48 مخ.

[1189] نمونه، 12: 59 مخ.

[1190] نمونه، 12: 63 مخ.

[1191] الميزان، 13: 79 مخ. نمونه، 12: 79 مخ.

[1192] الميزان، 13: 97 مخ.

[1193] الميزان، 13: 83 مخ.

[1194] نمونه، 12: 101 مخ.

[1195] نمونه، 12: 102 مخ.

[1196] نمونه، 12: 107 مخ.

[1197] نمونه، 12: 116 مخ.

[1198] تفسير قمي، 1: 410 مخ.

[1199] نمونه، 12: 126 مخ.

[1200] نمونه، 12: 126 مخ.

[1201] الميزان، 13: 104 مخ.

[1202] نمونه، 12: 133 مخ.

[1203] نمونه، 12: 157 مخ.

[1204] نمونه، 12: 161 مخ.

[1205] نمونه، 12: 161 مخ.

[1206] الميزان، 13: 128 مخ. نمونه، 12: 162 مخ.

[1207] نمونه، 12: 172 مخ.

[1208] اطيب البيان، 8: 279 مخ.

[1209] الميزان، 13: 142 مخ.

[1210] نمونه، 12: 183 مخ.

[1211] الميزان، 13: 143 مخ.

[1212] الميزان، 13: 156- 161 مخونه.

[1213] نمونه، 12: 200 مخ.

[1214] نمونه، 12: 201 مخ.

[1215] الميزان، 13: 169 مخ.

[1216] بقره-253

[1217] مجادله-22

[1218] شعرا-193

[1219] نباء- 38

[1220] قدر-4

[1221] شورى-52 سجده- 9 او حجر-29(.

[1222] نمونه، 12: 250 مخ.                      

[1223] منشور جاويد، 3: 208 او 215 مخونه.

[1224] نمونه، 12: 273 مخ.                                  

[1225] نمونه، 12: 289 مخ.

[1226] نمونه، 12: 301 مخ.

[1227] اطيب البيان، 8: 314 مخ.

[1228] اطيب البيان، 8: 314 مخ. نمونه، 12: 309 مخ.

[1229] نمونه، 12: 315 مخ.

[1230] الميزان، 13: 216 مخ.

[1231] نمونه، 12: 324 مخ.

[1232] نمونه، 12: 327 مخ.

[1233] الميزان، 13: 241 مخ.

[1234] نمونه، 12: 395 مخ.

[1235] الميزان، 13: 251 مخ.

[1236] نمونه، 12: 369 مخ.

[1237] الميزان، 13: 253 مخ.

[1238] نمونه، 12: 375 مخ.

[1239] نمونه، 12: 381مخ.

[1240] نمونه، 12: 382 مخ.

[1241] نمونه، 12: 284-389 مخونه.

[1242] نمونه، 12: 390 مخ.

[1243] نمونه، 12: 414 مخ.

[1244] الميزان، 13: 304 مخ.

[1245] الميزان، 13: 306 مخ

[1246] الميزان، 13: 311 مخ.

[1247] نهج البلاغه، 404 حكمت.

[1248] الميزان، 13: 314 مخ.

[1249] نمونه، 12: 439 مخ.

[1250] نمونه، 12: 447 مخ.

[1251] الميزان، 13: 315مخ.

[1252] نمونه، ۱۲: ۴۵۱ مخ.

[1253] الميزان، 13: 320 مخ.

[1254] نمونه، 12: 457 مخ.

[1255] نمونه، 12: 466مخ.

[1256] نمونه، 12: 471 مخ.

[1257] الميزان، 13: 333 مخ.

[1258] نمونه، 12: 480 مخ.

[1259] الميزان، 13: 335 مخ.

[1260] الميزان، 13: 336مخ.

[1261] الميزان، 13: 334 مخ.

[1262] نمونه، 12: 486 مخ.

[1263] نمونه، 12: 487 او 515 مخونه.

[1264] الميزان، 12: 494 او 519 مخونه.

[1265] الميزان، 13: 345 مخ.

[1266] نمونه، 12: 505 مخ.

[1267] نمونه، 12: 542- 549 مخونه.

[1268] نمونه، 12: 526 مخ.

[1269] نمونه، 12: 533 مخ.

[1270] نمونه، 12: 552 مخ.

[1271] الميزان، 13: 364 مخ.

[1272] نمونه، 12: 563 مخ.

[1273] نمونه، 12: 566 مخ.

[1274] نمونه، 12: 577 مخ.

[1275] الميزان، 13: 402 مخ.

[1276] نمونه، 13: 3 مخ.

[1277] نمونه، 13: 6 مخ.

[1278] نمونه، 13: 14 مخ.

[1279] الميزان، 14: 15مخ.

 

[1280])د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: تفسير نمونه، تر دې آيت او د آل عمران سورت تر 39 آيت لاندې(

[1281] نمونه، 13: 17مخ.

[1282] الميزان، 14: 26مخ. اطيب البيان، 8: 420 مخ.

[1283] الميزان، 14: 18 مخ.

[1284] الميزان، 14: 26 مخ.

[1285] نمونه، 13: 27 مخ.

[1286] نمونه، 13: 36 مخ.

[1287] نمونه، 13: 44 مخ.

[1288] نمونه، 13: 46 مخ.

[1289] نمونه، 13: 45 مخ.

[1290] نمونه، 13: 51 مخ.

[1291] الميزان، 14: 46 مخ . نمونه، 13: 69 مخ.

[1292] كافي، 3: 264 مخ.

[1293] نمونه، ۱۳ ټ، ۵۶ مخ

[1294] نمونه، ۱۳ ټ، ۵۶ مخ

[1295] الميزان، 14: 54 مخ.

[1296] الميزان، 14: 56 مخ.

[1297] نمونه، 13: 78 مخ.

[1298] نمونه، 13: 84 مخ.

[1299] نمونه 13: 59 مخ.

[1300] پورته سرچینه

[1301] الميزان، 14: 64 مخ.

[1302] نمونه، 13: 95 مخ.

[1303] نمونه، 13: 96 مخ.

[1304] نمونه، 13: 102 مخ.

[1305] الميزان، 14: 80 مخ.

[1306] نمونه، 13: 107 مخ.

[1307] نمونه، 13: 108 مخ.

[1308] الميزان، 14: 81 مخ.

[1309] الميزان، 14: 87 مخ.                     

[1310] نمونه، 13: 118 مخ.

[1311] نمونه، 13: 122 مخ.

[1312] نمونه، 13: 124 مخ.

[1313] الميزان، 14: 102 مخ.

[1314] نمونه، 13: 129 مخ.

[1315] الميزان، 14: 107 مخ.

[1316] نمونه، 13: 132 مخ.

[1317] تفسير موضوعي، 5: 123 مخ.

[1318]انعام_38، اسراء_44

[1319] نمونه، 13: 142 مخ.

[1320] نمونه، 13: 144 مخ.

[1321] نمونه، 13: 153 مخ.

[1322] نمونه، 13: 156 مخ.

[1323] نمونه، 13: 167 مخ.

[1324] نمونه، 13: 174 مخ.

[1325] نمونه، 13: 171 مخ.

[1326] اطيب البيان، 9: 16 مخ.

[1327] اطيب البيان، 9: 21 مخ.

[1328] نمونه، 13: 180مخ.

[1329] الميزان، 14: 144 مخ.

[1330] نمونه، 13: 191 او 193 مخونه.

[1331] نمونه، 13: 192 مخ.

[1332] مريم_11

[1333] نحل_68

[1334] زلزال_5

[1335] نمونه، 13: 213 مخ.

[1336] نمونه، 13: 198 مخ.

[1337] نمونه، 13: 200 مخ.

[1338] نمونه، 13: 205 مخ.

[1339] نمونه، 13: 212 مخ.

[1340] نمونه، 13: 218 مخ.

[1341] الميزان، 14: 169 مخ.

[1342] نمونه، 13: 222 مخ.

[1343] نمونه، 13: 223 مخ.

[1344] نمونه، 13: 231 مخ.

[1345] الميزان، 14: 175 مخ.

[1346] نمونه، 13: 237 مخ.

[1347] نمونه، 13: 238 مخ.

[1348] نمونه، 13: 246 مخ.

[1349] الميزان، 14: 181 مخ.

[1350] اطيب البيان، 9: 65 مخ.

[1351] نمونه، 13: 257 مخ.

[1352] نمونه، 13: 261 مخ.

[1353] نمونه، 13: 263 مخ . الميزان، 14: 188 مخ.

[1354] نمونه، 13: 267 مخ.

[1355] نمونه، 13: 271 مخ.

[1356] اطيب البيان، 9: 88 مخ.

[1357] نمونه، 13: 284 مخ.

[1358] الميزان، 14: 196 مخ.                      

[1359] الميزان، 14: 194 مخ.

[1360] نمونه، 13: 297 مخ.

[1361] نمونه، 13: 298 مخ.

[1362] الميزان، 14: 209 مخ.

[1363] نمونه، 13: 299 مخ.

[1364] نمونه، 13: 303 مخ.

[1365] نمونه، 13: 304 مخ.

[1366] الميزان، 14: 214 مخ.

[1367] نمونه، 13: 313 مخ.

 

[1368] نمونه، 13: 321 مخ.

[1369] الميزان، 14: 224 مخ.

[1370] نمونه، 13: 331 مخ.

[1371] الميزان، 14: 232 مخ.

[1372] الميزان، 14: 234 مخ.

[1373] نمونه، 13: 339 مخ.

[1374] نمونه، 14: 342 مخ.

[1375] الميزان، 14: 241 مخ.

[1376] نمونه، 13: 342 مخ.

[1377] الميزان، 14: 244 مخ.

[1378] نمونه، 13: 353 مخ.

 

[1379] الميزان، 14: 251 مخ.

[1380] نمونه، 13: 363 مخ.

[1381] الميزان، 14: 263 مخ.                      

[1382] اطيب البيان، 9: 152 مخ.

[1383] نمونه، 13: 381 مخ.

[1384] د يونس_18 او زمر_ 3 آيتونه ولولئ

[1385] الميزان، 14: 278 مخ.                      

[1386] نمونه، 13: 394 مخ.

[1387] نمونه، 13: 396 مخ.

[1388] نمونه، 13: 398 مخ.

[1389] الميزان، 14: 290 مخ.

[1390] نمونه، ۱۳، ۳۱۳

[1391] نهج البلاغه، 53 ليك.

[1392] نمونه، 13: 313 مخ.

[1393] المیزان، ۱۴، ۲۹۰

[1394]همزه: 6- 7- 8 آيتونه

[1395] انبياء_98

[1396] الميزان، 14: 291 مخ.

[1397] نمونه، 13: 415 مخ.

[1398] نمونه، 13: 421 مخ.

[1399] پيام قرآن، 6: 160 مخ. (د ژباړن یادونه: د وخت په تېرېدو او د علم او ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره په قرآن کې په راغلیو مفاهیمو بشر لا ډېر پوهېږي او په نننۍ کمپیوټري نړۍ کې چې هر ډول کمپیوټري فایل (لیکیز، انځوریز، غږیز او. . .) وي؛ نو پر هماغه فایل د رایټ کلیک له لارې د پراپټیز تڼۍ په کېکاږلو سره د هغه وزن او منځپانګه معلومېږي او په زړه پورې خو داچې د یوه ساده انځور او هغه انځور وزن سره خورا توپیر لري، چې په فوټوشاپ یا په کوم بل نرم تاړي پرې کار شوی وي او اړوند کارپوه د یوه انځور د وزن له لارې پوهېږي، چې پر دې انځور نور کار شوی دی که نه دی شوی او پخوا خو دا خبره چا ته هم د زغملو وړ نه وه که څه زړګنی ایمان یې پرې درلود چې د انسان د ژوند دا ټولې نندارې به څنګه ثبتېږي؛ خو نن هر باخبر انسان ته دا جوته ده، چې د انسان ټول ژوند هم که وغواړو؛ نو په ډی وي ډي سی ډي کې خو لا څه چې په عادي میموري کارټونو کې ثبتولای شو)

[1400] فرقان_30(/الميزان، 14: 298 مخ.      

[1401] الميزان، 14: 300 مخ.

[1402] نمونه، 13: 438 مخ.

[1403] نمونه، ۱۳، ۴۴۵

[1404] نمونه، 13: ۴۴۷ مخ.

[1405] نمونه، 13: 454 مخ.

[1406] نمونه، 13: 466 مخ.

[1407] الميزان، 14: 312 مخ.

[1408] الميزان، 14: 315 مخ.

[1409] نمونه، 13: 475 مخ.

[1410] نمونه، 13: 479 مخ.

[1411] نمونه، 13: 483 مخ.

[1412] الميزان، 14: 318 مخ.                      

[1413] نمونه، 13: 502 مخ.                        

[1414] نمونه، 13: 503 مخ.

[1415] الميزان، 14: 335 مخ.

[1416] الميزان، 14: 337 مخ.

[1417] الميزان، 14: 329 مخ.

[1418] نمونه، 13: 512 مخ.

[1419] الميزان، 14: 331 مخ.

[1420] نمونه، 13: 530 مخ.

[1421] نمونه، 14: 4 مخ.

[1422] الميزان، 14: 340 مخ.

[1423] نمونه، 14: 7 مخ.

[1424] نمونه، 14: 17 مخ.

[1425] نمونه، 14: 24 مخ.

[1426] نمونه، 14: 22 مخ.

[1427] نمونه، 14: 33 مخ.

[1428] اطيب البيان، ۹: ۲۷۶ مخ.

[1429] نمونه، 14: 46 مخ.

[1430] الميزان، 14: 359 مخ.

[1431] د ډېرو معلوماتو لپاره د)سراء_44(آيت وګورئ

[1432] نمونه، 14: 49 مخ.

[1433] نمونه، 14: 62 مخ.

[1434] نمونه، 14: 67 مخ.

[1435] منشور جاويد، 11: 270 مخ.

[1436] نمونه، 14: 70 مخ.

[1437] نمونه، 14: 72 مخ.

[1438] الميزان، 14: 371 مخ.

[1439] نمونه، 14: 95 مخ.

[1440] نمونه، 14: 108 مخ.

[1441] نمونه، 14: 109 مخ.

[1442] نمونه، 14: 119 مخ.

[1443] نمونه، 14: 117 مخ.

[1444] الميزان، 13: 390 مخ.

[1445] نمونه، 14: 130 مخ.

[1446] اطيب البيان، 9: 315 مخ.

[1447] الميزان، 14: 391 مخ.

[1448] مجمع البيان، 20: 93 مخ.

[1449] نمونه، 14: 132 مخ.

[1450] نمونه، 14: 144 مخ.

[1451] الميزان، 14، 393 مخ.

[1452] الميزان، 14: 392 مخ.

[1453] نمونه، 14: 148 مخ.

[1454] نمونه، 14: 150 مخ.

[1455] نهج البلاغه، 232 خطبه.

[1456] اطيب البيان، 9: 325 مخ.

[1457] نمونه، 14: 153 مخ.

[1458] نمونه، 14: 159 مخ.

[1459] الميزان، 14: 407 مخ.

[1460] نمونه، 14: 169 مخ.

[1461] الميزان، 14: 416 مخ.

[1462] نمونه، 14: 174 مخ.

[1463] نمونه، 14: 181 مخ.

[1464] البقره_131

[1465])ابراهيم_36

[1466] ابراهيم_35

[1467] )آل عمران_68(. الميزان، 14: 414 مخ.

[1468] (نمونه، 14: 194 مخ.)

[1469] (الميزان، 15: 12 مخ.)

[1470] (الميزان، 15: 8 مخ.)

[1471] . (نمونه، 14: 217 مخ.)

[1472] (نمونه، 14: 220 مخ)

[1473] (د پوهېدو لپاره د هود سورت د آيتونو څرګندونو ته مراجعه وكړئ.)

[1474] (نمونه، 14: 232 مخ.)

[1475] (نهج البلاغه، 102 مه خطبه.)

[1476] . (اطيب البيان 9: 387 مخ.)

[1477] (الميزان، 15: 33 مخ.)

[1478] (نمونه، 14: 252 مخ.)

[1479] (اطيب البيان، 9: 410 مخ)

[1480] (نمونه، 14: 255 مخ.)

[1481] (نوح_7. نمونه، 14: 259 مخ.)

[1482] . (نمونه، 14: 268 مخ.)

[1483] (نمونه، 14: 274 مخ)

[1484] . (الميزان، 15: 45 مخ.)

[1485] (نمونه، 14: 279 مخ. )

[1486] (نمونه، 14: 288 مخ . الميزان، 15: 50 مخ.)

[1487] (الميزان، 15: 49 مخ.)

[1488] (نمونه، 14: 287 مخ.)

[1489] (الميزان، 15: 51 مخ.)

[1490] (نمونه، 14: 298 مخ.)

[1491] (الميزان، 15: 57 مخ.)

[1492] (اطيب البيان، 9: 448 مخ. )

 

[1493] (پيام قرآن، 5: 443 مخ.)

[1494] . (نمونه، 14: 338 مخ.)

[1495] (نمونه، 14: 339 مخ.)

[1496] (نمونه، 14: 342 مخ.)

[1497] . (الميزان، 15: 76 مخ.)

[1498] (نمونه، 14: 344 مخ.)

 

[1499] (نمونه، 14: 353 مخ.)

[1500] . (نمونه، 14: 359 مخ.)

[1501] . (نمونه، 14: 361 مخ.)

[1502] . (نمونه، 14: 369 مخ.)

[1503] (نمونه، 14: 380 مخ.)

[1504] (الميزان، 15: 90 مخ.)

[1505] (الميزان، 15: 91 مخ.)

[1506] . (نمونه، 14: 405 مخ.)

[1507] . (نمونه، 14: 413 مخ.)

[1508] (نمونه، 27: 323 مخ.)

[1509] . (نمونه، 14: 414 مخ.)

[1510] . (الميزان، 15: 108 مخ.)

[1511] (نمونه، 14: 429 مخ)

[1512] . (الميزان، 15: 110 مخ.)

[1513] . (نمونه، 14: 442 مخ.)

[1514] (نمونه، 14: 457- 463 مخونه)

[1515] (نمونه، 14: 464 مخ.)

[1516] (نمونه، 14: 474 مخ.)

 

[1517] (د كافرانو د كړنو د سزا د حالاتو پر پوهېدو لپاره وګورئ: (ابراهيم_ 18).)

[1518] (نمونه، 14: 504 مخ.)

[1519] (نمونه، 14: 508 مخ.)

[1520] (نمونه، 14: 513 مخ. )

[1521] (نمونه، 14: 523 مخ.)

 

[1522] (الميزان، 15: 154 مخ.)

[1523] (نمونه، 14: 544 او 546 مخونه.)

[1524] (نمونه، 14: 546 مخ.)

[1525] (نمونه، 14: 549 مخ.)

[1526] (الميزان، 15: 164 مخ.)

[1527] (نمونه، 14: 554 مخ.)

[1528] (الميزان، 15: 165 مخ.)

[1529] (نمونه، 14: 553 مخ

[1530] (د سلام په باب د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: نساء_ 86). السلام علينا و على عباد الله الصالحين

[1531] (نمونه، 14: 561 مخ)

[1532] (نمونه، 14: 567 مخ.)

[1533] (صافي، 3: 451 مخ.)

[1534] . (نمونه، 15: 3 مخ)

[1535] (نمونه، 15: 7 مخ)

[1536] (اصول كافي، 2: 592 مخ.)

[1537] (نمونه، 15: 7 مخ)

[1538] . (نمونه، 15: 22 مخ)

[1539] (الميزان، 15: 185 مخ.)

[1540] . (الميزان، 15: 186 مخ)

[1541] دشتي: دلته نژادپوهنې (Eugenics) او Ehnology ته اشاره ده.

[1542] دلته د بڼې پېژندنې (Morphology) او Physiognomy ته اشاره ده.

[1543] دې خطبې د توکمونو د پنځون او د انسانانو د اروایي او جسمي توپیرونو په باب علمي ستونزې لرې کړي او د الهي نیاو په اړه یې شبهې ځواب کړي، چې توپیرونه طبیعي لاملونه لري او د خوړو په ډول، په ژوندچاپېریال او په جغرافیایي شرایطو پورې اړه لري.

[1544] . (نمونه، 15: 36 مخ)

[1545] . (نمونه، 15: 45 مخ.)

[1546] (الميزان، 15: 194 مخ)

[1547] (نمونه، 15: 50 مخ)

[1548] (نمونه، 15: 64 مخ.)

[1549] (نمونه، 15: 71 مخ.)

[1550] (الميزان، 15: 204 مخ)

[1551] (نمونه، 15: 72 مخ)

[1552] (نمونه، 15: 76 مخ.)

[1553] . (الميزان، 15: 218 مخ.)

 

[1554] . (نمونه، 15: 103 مخ.)

[1555] . (نمونه، 15: 110 مخ.)

[1556] . (الميزان، 15: 224 مخ.)

[1557] . (نمونه، 15: 112 مخ.)

[1558] . (نمونه، 15: 129 مخ.)

[1559] . (نمونه، 15: 123 مخ.)

[1560] (نمونه، 15: 145 مخ.)

[1561] . (نمونه، 15: 147 مخ.)

[1562] (نمونه، 15: 150 مخ.)

[1563] (نمونه، 12: 228 مخ.)

[1564] (نمونه، 15: 160 مخ)

[1565] (نمونه، 15: 167 مخ.)

[1566] (نمونه، 15: 174 مخ.)

[1567] (نمونه، 15: 179 مخ.)

[1568] (منشور جاويد، 12: 69 مخ.)

[1569] (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: د قصص سورت د 15 او 16 آيتونو څرګندونه.)

[1570] . (الميزان، 15: 264 مخ.)

[1571] . (نمونه، 15: 216 مخ.)

[1572] . (نمونه، 15: 222 مخ)

[1573] . (نمونه، 15: 228 مخ.)

[1574] (نمونه، 15: 239 مخ.)

[1575] (وګورئ: يونس_ 90، طه_ 77، شعرا_ 63، دخان_ 24)

[1576] (طه_ 78، قصص_ 40، ذاريات_ 40)

[1577] . (نمونه، 15: 247 مخ)

[1578] . (تفسير موضوعي، 6: 78 مخ . پيام قرآن حکیم، 3: 342 مخ . اطيب البيان، 10: 44 مخ.)

[1579] [د (بقره_ 128) وګورئ]

[1580] . (نمونه، 15: 261 مخ.)

[1581] (بقره_ 129)

[1582] . (الميزان، 15: 286 مخ.)

[1583] . (نمونه، 15: 273 مخ.)

[1584] . (نمونه، 15: 268 مخ.)

[1585] . (نمونه، 15: 282 مخ.)

[1586] (اطيب البيان، 10: 60 مخ.)

[1587] (نمونه، 15: 293 مخ)

[1588] . (نمونه، 15: 294 مخ.)

[1589] . (نمونه، 15: 307 مخ.)

[1590] . (نمونه، 15: 311 مخ.)

[1591] (نهج البلاغه، 192 خطبه)

[1592] . (نمونه، 15: 314 مخ.)

[1593] (رحمن: 7 تر9)

[1594] . (نمونه، 12: 111 مخ.)

[1595] (الميزان، 15: 316 مخ.)

[1596] (نمونه، 15: 353 مخ.)

[1597] . (نمونه، 15: 363 مخ)

[1598] (علل الشرايع، 1: 170 مخ.)

[1599] (نمونه/ 15/381)

[1600] . (نمونه، 15: 391 مخ.)

[1601] . (نمونه، 15: 400 مخ. )

[1602] . (نمونه، 15: 406 مخ.)

[1603] . (نمونه، 15: 412 مخ)

[1604] (وګورئ: انعام_38)

[1605] (نمونه، 15: 422 مخ.)

[1606] . (نمونه، 15: 432 مخ.)

[1607] (نمونه، 15: 456 مخ)

[1608] . (اطيب البيان، 10: 133 مخ.)

[1609] . (نمونه، 15: 455 مخ.)

[1610] (نمونه، 15: 468 مخ)

[1611] . (الميزان، 15: 364 مخ.)

[1612] (نمونه، 15: 470 مخ.)

[1613] . (الميزان، 15: 364 مخ.)

[1614] (اخستل شوى دى له: نمونه، 15: 479 مخ . الميزان، 15: 366 مخ.)

[1615] . (نهج البلاغه، قصار، 417 مخ)

[1616] (وګورئ: بقره_207)

[1617] (اطيب البيان، 10: 152 مخ.)

[1618] (نمونه، 15: 498 مخ.)

[1619] (اطيب البيان، 10: 163 مخ.)

[1620] (اطيب البيان، 10: 164 مخ.)

[1621] (الميزان، 15: 393 مخ. / وګورئ: د آل عمران سورت 33 آيت)

[1622] (نمونه، 15: 517 او 520 مخونه.)

[1623] . (الميزان، 15: 388 مخ)

[1624] . (نمونه، 15: 532 مخ.)

[1625] (نمونه، 15: 537 مخ.)

[1626] (نمونه، 15: 551 مخ)

[1627] (وګورئ: بقره_ 56، 73، 243، 259 او مائده_ 110)

[1628] (نمونه، 15: 548، 1555 او 559 مخونه.)

[1629] . (نمونه، ۵ ټ/ ۵۷۲ مخ)

[1630] (نمونه، 16: 4 مخ)

 

[1631] (نمونه، 16: 15 مخ.)

[1632] (نمونه، 16: 16 مخ.)

[1633] (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: بحارالانوار، 13: 67 مخ پسې.)

[1634] (بحار الانوار: 31: 518 مخ.)

 

[1635] (نمونه، 16: 30 مخ.)

[1636] (نمونه، 16: 35 مخ.)

 

[1637] (نمونه، 16: 44 مخ. . (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: شعراء_20)

[1638] (الميزان، 16: 21 مخ.)

[1639] (نمونه، 16: 51 مخ.)

 

[1640] (نمونه، 16: 57 مخ.)

[1641] (نهج البلاغه، 159 خطبه.)

[1642] (الميزان، 16: 28 مخ.)

[1643] (وسائل الشيعه، 20: 67 مخ.)

[1644] (نمونه، 16: 66 مخ.)

[1645] . (الميزان، 16: 32 مخ)

[1646] (نمونه، 16: 77 مخ)

[1647] (الميزان، 16: 34 مخ؛ (تر موسى علیه السلام د هارون علیه السلام د فصيح توب په باب وګورئ: شعرا_12).

[1648] (نمونه، 16: 85 مخ.)

[1649] (الميزان، 16: 37 مخ.)

[1650] . (نمونه، 16: 89 مخ.)

[1651] (اسراء/۷۱)

[1652] (نمونه، 16: 91 مخ.)

[1653] (نمونه، 16: 96 مخ.)

[1654] (الميزان، 16: 50 مخ.)

[1655] (نمونه، 16: 98مخ.)

[1656] (الميزان، 16: 52 مخ.)

[1657] (نمونه، 16: 102 مخ.)

[1658] (اعراف_157)

[1659] (شعراء_197) (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: بقره_89 او انعام_ 20). الميزان، 16: 54 مخ.)

 

[1660] (نمونه، 16: 115 مخ.)

[1661] (ابراهيم_22)

[1662] (صافات ۲۸- ۳۳)] (المیزان، ۱۶ ټ، ۶۴ مخ)

[1663] (مائده_109)

[1664] (نمونه، ۱۶ ټ، ۱۴۲ مخ)

[1665] (وګورئ: نساء_41)

[1666] (نمونه ۱۶ ټ، ۱۴۹ مخ – الميزان، 16: 64 مخ)

[1667] (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: د همدې سور 81 آيت /نمونه، 16: 152 او 173 مخونه)

[1668] . (نمونه، 16: 155 مخ.)

[1669] (نمونه، 16: 163 مخ.)

[1670] (نمونه، 16: 166 مخ.)

 

[1671] (نمونه، 16: 177 مخ.)

[1672] (نهج البلاغه، 3 خطبه.)

[1673] (نمونه، 16: 184 مخ.)

[1674] (نمونه، 16: 198 مخ.)

[1675] (نمونه، 16: 206 مخ.)

[1676] (پيام قرآن حکیم، 4: 476 او 481 مخونه.)

[1677] (نمونه، 16: 207 مخ.)

[1678] (نمونه، 16: 215 او 218 مخونه)

[1679] (نمونه، 16: 220 مخ.)

[1680] (وګورئ: نحل_106 څرګندنه)

[1681] (نمونه، 16: 222 مخ.)

[1682] (الميزان، 16: 118 مخ)

[1683] (لكه: نحل_69، عنكبوت 20، حج_ 46 او. . . .)

[1684] (نمونه، 3: 124 مخ)

[1685] (زمر/۳)

[1686] (نمونه، 16: 246 مخ.)

[1687] (نمونه، 16: 248 مخ.)

[1688] (الميزان، 16: 126 مخ.)

[1689] . (نمونه، 16: 250 مخ.)

[1690] (هود/۷۴) الميزان، 16: 128 او 132 مخونه

[1691] . (نمونه، 16: 263 مخ)

[1692] وګورئ: د حجر سورت د 76 آيت څرګندونه.

[1693] (نمونه، 16: 271 مخ.)

 

[1694] (نمونه، 16: 277 مخ.)

[1695] (نمونه، 16: 284 مخ.)

[1696] (نمونه، 16: 306 مخ)

[1697] (الميزان، 16: 144 مخ)

[1698] . (نمونه، 16: 304 مخ.)

[1699] (نمونه، 16: 326 مخ)

[1700] (منشور جاويد، 2: 281 مخ.)

[1701] . (نمونه، 16: 332 مخ)

[1702] . (نمونه، 16: 350 مخ.)

[1703] (نمونه، 16: 355 مخ)

[1704] (نمونه، 16: 359 مخ.)

[1705] (نمونه، 16: 367 مخ)

 

[1706] (نمونه، 16: 374 مخ)

[1707] (نمونه، 16: 380 مخ.)

[1708] (نمونه، 16: 383 مخ)

[1709] (پيام قرآن حکیم، 2: 447 مخ.)

[1710] (نمونه، 16: 394 مخ.)

[1711] . (پيام قرآن حکیم، 3: 98 مخ. د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: اعراف/۱۷۲ څرګندنه)

[1712] (الميزان، 16: 190 مخ.)

[1713] (نمونه، 12: 94 مخ . اطيب البيان، 10: 390 مخ. (د خمس په باب وګورئ: انفال_41 څرګندنه))

[1714] . (نمونه، 16: 444 مخ.)

[1715] (نمونه، 16: 456 مخ.)

[1716] (پيام قرآن حکیم، 4: 468 مخ.)

[1717] . (نمونه، 16: 464 مخ.)

[1718] (الميزان، 16: 205 مخ.)

[1719] (نمونه، 16: 470 مخ.)

[1720] (پيام قرآن حکیم، 2: 256 مخ.)

 

[1721] . (نمونه، 15: 541 مخ)

[1722] (نمونه، 16: 479 مخ)

[1723] (روم_47، غافر_ 51، مائده_ 56)

[1724] (نمونه، 16: 489 مخ)

[1725] (نمونه، 17/ 5)

[1726] . (نمونه، 17: 15 مخ.)

[1727] (نمونه، 17: 44 مخ)

[1728] (نمونه، 17: 55 مخ.)

[1729] (الميزان: 16، 234 او 244 مخونه.)

[1730] (نمونه، 17: 65 مخ.)

[1731] (النساء_171، آل عمران_45)

[1732] (نمونه، 17: 74 مخ)

[1733] (تفسير قمي، 2: 143 مخ.)

[1734] (نمونه، 17: 76 مخ.)

[1735] (نمونه، 17: 95 مخ.)

[1736] (نهج البلاغه، كلمات قصار، 131 ګڼه.)

[1737] (د نهج البلاغې له 128 مې خطبې اخستل شوى)

[1738] (الميزان، 16: 243 مخ.)

[1739] (نمونه، 17: 100 مخ.)

[1740] (منشور جاويد، 8: 389 مخ.)

[1741] . (نمونه، 17: 104 مخ.)

[1742] (روم_ 27، يونس_34)

[1743] (لكه: هود_123)

[1744] ( نمونه، 17: 115 او الميزان، 16: 252 مخ.)

[1745] (نازعات_5)

[1746] (نحل_28 او 32)

[1747] (نمونه، 17: 140 مخ)

[1748] (تفسير برهان، 6: 197)

[1749] (نمونه، 17: 145 مخ)

[1750] (رساله چهار مرجع، لطيف راشدي، پيام محراب، 267 مخ.)

[1751] (نمونه، 17: 150 مخ.)

[1752] (الميزان، 16: 275 مخ.)

[1753] (نمونه، 17: 163 مخ.)

[1754] (نمونه، 17: 167 مخ.)

[1755] (الميزان، 16: 273 مخ)

[1756] (نمونه، 17: 176 مخ)

[1757] (نمونه، 17: 184 مخ)

[1758] (نمونه، 17: 192 مخ.)

[1759] (نمونه، 17: 204 مخ)

[1760] (الميزان، 16: 288 مخ)

[1761] (نمونه، 17: 216 او 225 مخونه.)

 

[1762] (نمونه، 17: 243 او 264 مخونه)

[1763] (الميزان، 16: 296 مخ.)

[1764] (نمونه، 17: 245 مخ)

[1765] (نمونه، 17: 278 او 282 مخونه)

[1766] (نمونه، 17: 284 مخ.)

[1767] (بقره/۱۲۴). (نمونه، 17: 245 مخ)

[1768] (پيام قرآن حکیم، 9: 137 مخ)

[1769] (نمونه، 17: 316 مخ.)

[1770] (نمونه، 17: 316 مخ.)

[1771] (نمونه، 17: 379 مخ. )

[1772] (نمونه، 17: 386 مخ.)

[1773] (نمونه، 17: 391 مخ.)

[1774] (اوسنۍ ژباړه د لومړي تفسير له مخې ده). (اطيب البيان، 10: 520 مخ . الميزان، 16: 342 مخ.)

[1775] (نمونه، 17: 401 مخ.)

[1776] (نمونه، 17: 415 مخ.)

[1777] (نمونه، 17: 427 مخ.)

[1778] (نمونه، 17: 430 مخ.)

[1779] (الميزان، 16: 354 مخ. (نساء_31)

[1780] (نمونه، 17: 447 مخ.)

[1781] (نمونه، 17: 452 مخ)

[1782] (نمونه، 18: 3 مخ).

[1783] (نمونه، 18: 14 مخ)

[1784] (نمونه، 18: 19 مخ.)

[1785] (نمونه، 18: 28 مخ.)

[1786] (منشور جاويد، 12: 252 مخ.)

[1787] (نمونه، 18: 28مخ.)

[1788] (نمونه، 18: 35 مخ)

[1789] (منشور جاويد، 12: 303 مخ.)

[1790] (نمونه، 18: 56 مخ.)

[1791] (يونس_18)

[1792] (نمونه، 18: 79 مخ)

[1793] (نمونه، 18: 82 مخ)

[1794] (نمونه، 18: 92 مخ.)

[1795] (نمونه، 18: 109 مخ)

[1796] (الميزان، 16: 398 مخ)

[1797] (نمونه، 18: 121 مخ.)

 

[1798] (نمونه، 18: 138 مخ.)

[1799] (نمونه، 18: 144 مخ.)

[1800] (نمونه، 18: 161 مخ).

[1801] (انبياء_26)

[1802] (انبياء_27)

[1803] (حاقه_17)

[1804] (نازعات_5)

[1805] (اعراف_37)

[1806] (انفطار_ 10 تر 13)

[1807] (انفطار_ 10 تر 13)

[1808] (هود_77)

[1809] (احزاب_9)

[1810] (نحل_2)

[1811] (شورى_5)

[1812] (بقره_30 تر 34)

[1813] (مريم_17، هود_ 69، 77 او 78)

[1814] (نمونه، 18: 173 مخ)

[1815] (الميزان، 17: 7 مخ.)

[1816] (الميزان، 17، 17 مخ.)

[1817] (نمونه، 18: 187 مخ.)

[1818] (كافي، 2: 329 مخ.)

[1819] (نمونه، 18: 194 مخ.)

[1820] (نمونه، 18: 216 مخ)

[1821] . (نمونه، 18: 220 مخ.)

[1822] (نمونه، 18: 231 مخ)

[1823] (نمونه، 18: 247 مخ.)

[1824] (نمونه، 18: 260 مخ)

[1825] (الميزان، 17: 45 مخ.)

[1826] (نمونه، 18: 270 مخ)

[1827] (نمونه، 18: 276 مخ.)

[1828] (نمونه، 8: 286 مخ.)

[1829] (نمونه، 18: 296 مخ.)

[1830] (نمونه، 17: 435 مخ.)

[1831] (احزاب_62)

[1832] (اسراء_77)

[1833] . (نمونه، 18: 296 مخ.)

[1834] (نمونه، 18: 309 مخ.)

[1835] (نمونه، 18: 320 مخ.)

[1836] (نمونه، 18: 332 مخ.)

[1837] (الميزان، 17: 71 مخ.)

[1838] (نمونه، 18: 340 . الميزان، 17: 82 مخ.)

 

[1839] (نمونه، 18: 377 مخ.)

[1840] (نمونه، 18: 381 او 389 مخ.)

[1841] (پيام قرآن حکیم، 2: 190 مخ.)

[1842] (نمونه، 18: 383 مخ.)

[1843] (نمونه، 18: 399 مخ.)

[1844] (الميزان، 17: 97 مخ.)

[1845] (نمونه، 18: 401 مخ.)

[1846] (نمونه، 18: 406 مخ او الميزان، 17: 98 مخ.)

[1847] (تفسير موضوعي، 5: 324 مخ.)

[1848] (نمونه، 18: 419 مخ.)

[1849] (اعراف_ 27)

[1850] (زخرف_ 62)

[1851] (له نمونه، 18 422 مخ . المیزان، ۷ ټ، ۱۰۲ مخ په ګټنې)

[1852] (نمونه، ۱۸/ ۴۳۵ مخ)

[1853] (الميزان، 17: 118 مخ)

[1854] (منشور جاويد، 9: 67 مخ.)

[1855] (نمونه، 18: 463 مخ.)

 

[1856] (نمونه، 18: 471 مخ.)

[1857] (نمونه ١٩: ٣مخ).

[1858] (نمونه، 19: 3 مخ/ المیزان، ۱۷ ټ/ ۱۲۲)

[1859] (عنكبوت_43)

[1860] (الميزان، 17: 126 مخ.)

[1861] (ص_ 82)

[1862] (نمونه، 19: 48 مخ . الميزان، 17: 137 مخ.)

[1863] (نمونه، 19: 56 مخ)

[1864] (اعراف_44)

[1865] (نمونه، 19: 64 مخ.)

[1866] (الميزان، 17: 144 مخ.)

[1867] (نمونه، 19: 71 مخ.)

[1868] (الميزان، 17: 146 مخ.)

[1869] (مائده_13)

[1870] (مائده_41)

[1871] (بقره_10)

[1872] (توبه_87)

[1873] (نمونه، 19: 97 مخ.)

[1874] (الميزان، 17: 149 مخ)

[1875] (مريم_48)

[1876] (الميزان، 17: 152 مخ.)

[1877] (نمونه، 19: 109 مخ.)

[1878] (نمونه، 19: 152 مخ.)

[1879] (نمونه، 19: 176 مخ)

[1880] (نمونه، 19: 187 مخ.)

[1881] (نمونه، 19: 203 مخ)

[1882] (نمونه، 19: 206 مخ)

 

[1883] (نمونه، 19: 226 مخ.)

[1884] (نمونه، 19: 244 مخ)

[1885] (نمونه، 19: 264 مخ.)

[1886] (نمونه، 19: 272 مخ)

[1887] (نمونه، 19: 280 مخ.)

[1888] (نور الثقلين، 6: 261 مخ او پيام قرآن حکیم، 7: 139 مخ.)

 

[1889] (نمونه، 19: 299 مخ د ايوب علیه السلام د پېښې د زياتو معلوماتو لپاره د انبياء سورت د 83 آيت څرګنده وګورئ.)

[1890] (نمونه، 19: 308 مخ)

[1891] (الميزان، 17: 217 مخ.)

[1892] (نمونه، 19: 325 مخ.)

[1893] (الميزان، 17: 221 مخ.)

[1894] (نمونه، 19: 327 مخ.)

[1895] (نمونه، 19: 331 مخ.)

[1896] (بقره_ 30)

[1897] (نمونه، 19: 332 مخ.)

[1898] (نمونه، 19: 352 مخ.)

[1899] (نمونه، 19: 359 مخ.)

[1900] (الميزان، 17: 233 او 245 مخونه.)

[1901] (نمونه، 19: 381 مخ)

[1902] (نمونه، 19: 394 مخ)

 

[1903] (نمونه، 19: 401 مخ.)

[1904] (الميزان، 17: 250 مخ)

 

[1905] (نمونه، 19: 412 مخ)

[1906] (نمونه، 19: 415 مخ)

[1907] (تفسير موضوعي، 5: 311 مخ.)

[1908] (الميزان، 17: 255 مخ)

[1909] (نمونه، 19: 425 مخ)

[1910] (نمونه، 19: 432 مخ.)

[1911] (نمونه، 19: 452 مخ)

[1912] (نمونه، 19: 457 مخ)

[1913] (تفسير موضوعي، 2: 566 مخ.)

[1914] (نمونه، 19: 481 مخ)

[1915] (نمونه، 19: 487 مخ)

[1916] (اطيب البيان 11/ 323)

[1917][1917] (الميزان، 17: 273)

[1918] (نمونه، 19: 499 مخ)

[1919] (نمونه، 19: 511 مخ.)

[1920] (نمونه، 19: 522 مخ)

[1921] (تفسير موضوعي، 6: 30 مخ.)

[1922] (نمونه، ۱۹ټ/ ۵۲۸ مخ)

[1923] (نمونه ۱۹/ ۵۲۹)

[1924] (پيام قرآن حکیم، 6: 67 مخ)

[1925] (نهج البلاغه، 186 خطبه.)

[1926] (الميزان، 17: 293 مخ.)

[1927] (نمونه، 19: 543 مخ.)

[1928] (نمونه، 20: 16 مخ)

[1929] (نمونه، 20: 29 او 33 مخونه.)

[1930] (نمونه، 20: 40 مخ)

[1931] (زمر_48)

[1932] . (نمونه، 20: 43 مخ)

[1933] (نمونه، 20: 53 مخ.)

[1934] (الميزان، 17: 319 مخ.)

[1935] (نمونه، 20: 63 مخ.)

[1936] (منشور جاويد، 8: 192 مخ.)

[1937] (اصول كافي، 2: 293 مخ)

[1938] (بحارالانوار، 6: 154 مخ.)

[1939] (نمونه، 20: 65 مخ.)

[1940] (مجمع البيان، 8: 433 مخ.)

[1941] (نمونه، 20: 79 مخ)

[1942] (نمونه، 20: 87 مخ.)

[1943] (نمونه، 20: 97 مخ.)

[1944] (اطيب البيان، 11: 375 مخ.)

[1945] (نمونه، 20: 86 مخ.)

[1946] (نمونه، 20: 106 مخ.)

[1947] (نمونه، 11: 391 مخ.)

[1948] (نمونه، 20: 117 مخ)

[1949] . (نمونه، 20: 113 مخ)

[1950] (نمونه، 20: 118 مخ.)

[1951] (نمونه، 20: 127 مخ)

[1952] . (الميزان، 17: 177 مخ.)

[1953] (نمونه، 20: 134 مخ)

[1954] (الميزان، 17: 340 مخ.)

[1955] (نمونه، ۲۰ ټ/ ۱۴۶ مخ)

[1956] (نمونه، ۲۰ټ/ ۱۵۹ مخ)

[1957] (نمونه، 20: 167 مخ)

[1958] (ارشاد القلوب، 1: 32 مخ)

[1959] (نمونه، 20: 174 مخ.)

[1960] (نمونه، 20: 183 مخ)

[1961] (نمونه، 20: 182 مخ)

[1962] (نمونه، 20: 197 مخ.)

[1963] . (نمونه، 17: 104 مخ.)

[1964] (روم_ 27، يونس_34)

[1965] (لكه: هود_123)

[1966] ( نمونه، 17: 115 او الميزان، 16: 252 مخ.)

[1967] (نحل_28 او 32)

[1968] (نمونه، 17: 140 مخ)

[1969] (تفسير برهان، 6: 197 مخ.)

[1970] (نمونه، 17: 145 مخ)

[1971] (رساله چهار مرجع، لطيف راشدي، پيام محراب، 267 مخ.)

[1972] (نمونه، 17: 150 مخ.)

[1973] (الميزان، 16: 275 مخ.)

 

[1974] (نمونه، 17: 163 مخ.)

[1975] (نمونه، 17: 167 مخ.)

[1976] (الميزان، 16: 273 مخ)

[1977] (نمونه، 17: 176 مخ)

[1978] (الميزان، 18: 5 مخ.)

[1979] (الميزان، 18: 350 مخ / د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: مريم_90 څرګندونې)

[1980] (نمونه، 20: 357 مخ . الميزان، 18: 18 مخ.)

[1981] (پيام قرآن ، 3: 369 مخ.)

[1982] (نمونه، 20: 366 مخ)

[1983] (پيام قرآن حکیم، 3: 265 مخ)

[1984] (نمونه، 20: 377 مخ.)

[1985] (الميزان، 18: 38 مخ)

[1986] (نمونه تفسیر، 20 ټ: 397 مخ)

[1987] (وګورئ: شعراء_ 109، 127، 145، 164، او 180)

[1988] (پیام قرآن ، ۹ ټ، ۲۲۵مخ)

 

[1989] (نمونه تفسیر 2: 459 مخ)

[1990] (اصول كافي، 2 ټ: 139 مخ.)

[1991] (نور الثقلين، 1: 464 مخ)

[1992] (نمونه، 20: 462 مخ.)

[1993] (پيام قرآن حکیم، 1: 216 مخ)

[1994] (الميزان، 18: 74 مخ.)

[1995] (نمونه، 20: 505 مخ)

[1996] (نمونه، 27: 103 مخ.)

[1997] (نمونه، ۲۱ ټ، ۳ مخ)

[1998] (نمونه، 21: 17 مخ)

[1999] (نمونه، 21: 21 مخ)

[2000] (نمونه، 21: 26 مخ.)

[2001] (نمونه، 21: 48 مخ)

[2002] (نمونه، 21: 51 مخ.)

[2003] (نمونه، 21: 58 مخ)

 

[2004] (نمونه، 21: 64 مخ.)

[2005] (الميزان، 18: 103 مخ)

[2006] (نهج البلاغه، 7 مه خطبه.)

[2007] (نمونه، 21: 80 مخ)

[2008] (نمونه، 21: 88 مخ.)

[2009] (نمونه، 21: 100 مخ.)

[2010] (نمونه، 21: 110 مخ.)

[2011] (نور الثقلين، 6: 444 مخ)

[2012] (نمونه، 21: 115 مخ.)

[2013] (نمونه، 21: 127 مخ)

[2014] (نمونه، 21: 134 مخ)

[2015] (نمونه، 21: 138 مخ)

[2016] (نمونه، 15: 149 مخ.)

[2017] (نمونه، 21: 143 مخ)

[2018] (نمونه، 21: 47 او 156 مخونه)

[2019] (نمونه، 21: 163 مخ.)

[2020] (سفينة البحار، 8: 44 مخ)

[2021] (نمونه، 21: 184 مخ)

[2022] (نمونه، 21: 194 مخ.)

[2023] (نمونه، 21: 205 مخ.)

[2024] (وسائل الشيعه، 6: 466 مخ)

[2025] (پيام قرآن حکیم، 6: 259 مخ)

[2026] . (الميزان، 3: 136 مخ)

[2027] (نمونه، 21: 223 مخ)

[2028] (نمونه، 21: 229 مخ)

[2029] (نمونه، 21: 230 مخ.)

[2030] (الميزان، 18: 167 مخ. [د ايام الله په باب د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: (ابراهيم_5) ].)

[2031] (نمونه، 21: 253 مخ)

[2032] (نمونه، 21: 258 مخ)

[2033] (نحل/ ۳۲)

[2034] (نحل 28 او 29 آيتونه)

[2035] (نمونه، 21: 269 مخ)

[2036] (نمونه، 21: 179 مخ)

[2037] (نمونه، 21: 280 مخ. / په قيامت كې د كړنپاڼې په باب د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: مؤمنون_62. او كهف_49)

[2038] (نمونه، 21: 288 مخ.)

[2039] (نمونه، ۲۱ ټ/ ۲۹۵ مخ)

[2040] (نمونه، 21: 302 مخ)

[2041] (پيام قرآن ، 3: 199 مخ)

[2042] (نمونه، 21: 302 مخ.)

 

[2043] (نمونه، 21: 310 مخ)

[2044] (نمونه، 21: 313 مخ)

[2045] (نمونه، 21: 317 مخ.)

[2046] (الميزان، 18: 205 مخ)

[2047] (نمونه، 21: 326 مخ)

[2048] (نمونه، 21: 346 مخ.)

 

[2049] (نمونه، 21: 351 مخ)

[2050] (نمونه، 21: 355 مخ)

[2051] (نمونه، 21: 361 مخ.)

[2052] (نمونه، 21: 365 مخ)

[2053] (نمونه، 21: 377 مخ.)

[2054] (الميزان، 81، 225 مخ)

[2055] (نمونه، 21: 412 مخ.)

[2056] (نمونه، 21: 442 مخ)

[2057] (الميزان، 18: 236 مخ)

[2058] (پيام قرآن ، 6: 244 مخ.)

[2059] (الميزان، 18: 240 مخ)

[2060] (نمونه، 21: 449 مخ.)

[2061] (نمونه، 21: 461 مخ)

[2062] (نمونه، 21: 466 مخ)

[2063] (نمونه، 21: 467_ 469 مخونه.)

[2064] (توبه_84)

[2065] (نمونه، 21: 479 مخ)

[2066] (نمونه، 21: 497 مخ.)

[2067] (نمونه، 22، 6 مخ)

[2068] (نمونه، 22: 10 مخ)

[2069] (الميزان، 18: 256 مخ)

[2070] (منشور جاويد، 7: 17 مخ)

[2071] (الميزان، 18: 258 مخ.)

[2072] (نمونه، 22: 43 مخ)

[2073] (نمونه، 22، 57 مخ.)

[2074] (نمونه، 22: 61 مخ)

[2075] (نمونه، 22: 62 مخ)

[2076] (نمونه، 22: 83 مخ.)

[2077] (نمونه، 22: 89 مخ)

[2078] (نمونه، 22: 92 مخ.)

[2079] (نمونه، 22: 102 مخ.)

[2080] . (نمونه، 22: 155 مخ.)

[2081] (نمونه، 22: 129 مخ.)

[2082] . (منشور جاويد، 7: 397 او 399 مخونه.)

[2083] . (نمونه، 22: 152 مخ.)

[2084] (نمونه، 22: 158 مخ.)

[2085] (نمونه، 22: 180 مخ . الميزان، 18: 326 مخ.)

[2086] (نمونه، 22: 180 مخ.)

[2087] (موضوعي تفسير، 4: 335 مخ.)

[2088] (نمونه، 22: 192 مخ‎)

[2089] (نمونه، 22: 197 مخ.)

[2090] (نمونه، 22: 222 مخ)

[2091] (نمونه، 22: 230 مخ)

[2092] (الميزان، 18: 343 مخ)

[2093] (انبیاء/۳۲)

[2094] ‎ (نمونه، 22: 234 مخ)

[2095] (نمونه ۲۲/ ۲۴۴ ټ)

[2096] (نمونه، 22: 247 مخ)

[2097] (پيام قرآن ، 6: 109 مخ)

[2098] (مجمع البيان، 9: 240 مخ)

[2099] (نمونه، 22: 255 مخ)

[2100] (المیزان، ۸ ټ، ۳۶۴ مخ)

[2101] (نمونه، 22: 303 مخ.)

[2102] الميزان، 18: 368 مخ.

[2103] نمونه، 22: 312 مخ

[2104] (پيام قرآن ، 2: 356 مخ)

[2105] (نمونه، ۲۲/ ۳۷۳ مخ)

[2106] (نمونه، 22: 376 مخ)

[2107] (نمونه، 22: 377 مخ)

[2108] (نمونه، 22: 384 مخ.)

[2109] (نمونه، 22: 407 مخ)

[2110] (ګټنه شوې ده له: نمونه، 22: 411 او الميزان، 19: 6 مخ)

[2111] (نمونه، 22: 428 مخ)

[2112] (پيام قرآن، 6: 265 مخ)

[2113] (نمونه، 22: 449 مخ)

[2114] (نمونه، 22: 467 مخ.)

[2115] (نمونه، 22: 467 مخ.)

[2116] (نمونه، 23: 272 مخ)

[2117] . (نمونه، 23: 298 مخ.)

[2118] (نهج البلاغه، 31 ليك.)

[2119] (پيام قرآن، 4: 189 مخ)

[2120] (پيام قرآن، 4: 260 مخ.)

[2121] (نمونه، 23: 307 مخ.)

[2122] (الميزان، 19: 160 مخ)

[2123] (نمونه، 23: 325 مخ.)

[2124] (نمونه، 23: 321 مخ.)

[2125] (نمونه 23: 326)

[2126] (نمونه، 23: 329 مخ)

[2127] (نمونه، 23: 332 مخ.)

[2128] (الميزان، 19: 163 مخ.)

[2129] (نمونه 23: 332)

[2130] (نمونه، 23: 341 مخ.)

[2131] (نمونه ۲۳ ټ/ ۳۵۱ مخ)

[2132] (شورى_30)

[2133] (نمونه ۲۳ ټ، ۳۶۲ مخ)

[2134] (پيام قرآن 7: 23 مخ)

[2135] (نمونه، 23: 371 مخ)

[2136] (منشور جاويد، 10: 45 مخ)

[2137] (پيام قرآن، 7: 23 مخ)

[2138] (منشور جاويد، 10: 44 مخ)

[2139] (نمونه، 23: 384 مخ.)

 

[2140] (نمونه، 23: 403 مخ)

[2141] (نمونه، 23: 406 مخ.)

[2142] (نمونه، 23: 426 مخ)

[2143] (اصول كافي، 2: 642 مخ)

[2144] (نمونه، 23: 438 مخ.)

[2145] (نمونه، 23: 447 مخ)

[2146] (نمونه، 23: 461 مخ.)

[2147] (نمونه، ۲۳ ټ/ ۴۶۸ مخ)

[2148] (نمونه، ۲۳: ۴۷۹ مخ.)

[2149] (نمونه، 484 مخ.)

[2150] (نمونه، 23: 501 مخ)

[2151] (مجمع البيان، 9: 430 مخ)

[2152] (نمونه، 23: 520 مخ.)

[2153] (نمونه، 23: 526 مخ)

[2154] (وګورئ: انفال_48)

[2155] (نمونه، 23: 537 او 544 مخونه.)

[2156] (نمونه، 23: 545 مخ)

[2157] (الميزان، 19: 226 مخ.)

[2158] (نمونه، 23: 549 مخ)

[2159] (نمونه، 23: 558 مخ.)

[2160] (نمونه، 24: 5 مخ.)

[2161] (الميزان، 19: 244 مخ.)

[2162] (نمونه، 24: 17 مخ.)

[2163] (نمونه، 24: 24 مخ.)

[2164] (نمونه، 24: 29 مخ. )

[2165] (نمونه، 24: 31 مخ.)

[2166] (نمونه، 24: 35 مخ.)

[2167] (نمونه، 24: 44 مخ.)

[2168] (نمونه، 24: 58 مخ.)

[2169] (تفسير موضوعي، 11: 155 مخ.)

[2170] . (نمونه، 24: 64 مخ)

[2171] (پيام قرآن، 10: 338 مخ.)

[2172] (نمونه، 24: 73 مخ او الميزان، 19: 261 مخ)

[2173] . (نمونه، 24: 87 مخ)

[2174] (نمونه، 24: 91 مخ)

[2175] (الميزان، 19: 272 مخ.)

[2176] (نمونه، 24: 101 مخ)

[2177] (نمونه، 24: 109 مخ.)

[2178] (نمونه، 24: 114مخ او الميزان، 19: 277 مخ)

[2179] (نمونه، 24: 121)

[2180] (نمونه، ۲۴ ټ/ ۱۳۹ مخ)

[2181] (نمونه، 24: 143 مخ)

[2182] (نمونه، 24: 146 مخ)

[2183] (وګورئ: الميزان، 19: 300 مخ)

[2184] . (نمونه، 24: 146 تر 177 مخونه.)

[2185] (نمونه، 24: 156 مخ)

[2186] (منشور جاويد، 4: 85 مخ)

[2187] (نمونه، 24: 158 مخ)

[2188] (نمونه، 24: 172 مخ)

[2189] (پيام قرآن، 1: 323 مخ)

[2190] (نمونه، 24: 173 مخ. )

[2191] (الميزان، 19: 307 مخ)

[2192] (نمونه، 24: 25 مخ)

[2193] (پيام قرآن، 3: 50 مخ)

[2194] (نمونه، 24: 193 مخ)

[2195] (نمونه، 24: 194 مخ)

[2196] (الميزان، 19: 314 مخ.)

[2197] (نمونه، 24: 198 مخ)

[2198] (الميزان، 19: 320 مخ.)

[2199] (نمونه، 24: 206 مخ)

[2200] (الميزان، 19: 323 مخ.)

[2201] (نمونه، 24، 217 مخ)

[2202] (نمونه، 24: 227 مخ)

[2203] (نمونه، 24: 236 مخ.)

[2204] (د ر جعي طلاق په باب وګورئ: د بقرې 231 آيت)

[2205] (نمونه، 24: 246 مخ.)

[2206] (نمونه، 24: 261 مخ او الميزان، 19: 340 مخ)

[2207] (نمونه، 24: 267 مخ)

[2208] (نمونه، 24: 271 مخ)

[2209] (الميزان، 19: 352 مخ)

[2210] (الميزان، 19: 293 مخ.)

[2211] (نمونه، 24: 289 مخ)

[2212] (الميزان، 19: 357 مخ)

[2213] (نمونه، 24: 295 مخ.)

[2214] (نمونه، 24: 300 مخ)

[2215] (نمونه، 24: 302 مخ.)

[2216] (نمونه، 24: 311 مخ.)

[2217] (نمونه، 24: 316 مخ.)

[2218] (نمونه، 24: 321 مخ)

[2219] (پيام قرآن، 3: 173 مخ)

[2220] (نمونه، 24: 328 مخ.)

[2221] (نمونه، 24: 337 مخ)

[2222] (نمونه، 24: 343 مخ.)

[2223] (نمونه، 24: 349 مخ.)

[2224] (الميزان، 19: 378 مخ.)

[2225] (نمونه، 24: 358 مخ.)

[2226] (الميزان، 19: 383 مخ.)

[2227] (نمونه، 24: 377 مخ.)

[2228] (انعام_141)

[2229] (نمونه، ۴ ټ/ ۴۰۴ مخ)

[2230] (الميزان، 19: 394 مخ.)

 

[2231] (نمونه، 24: 432 مخ.)

[2232] (نمونه، 24: 433 مخ)

[2233] (نمونه، 24: 443 مخ.)

[2234] (نمونه، 24: 444 مخ.)

[2235] (نمونه، 24: 451 مخ.)

[2236] (نمونه، 24: 482 مخ.)

[2237] (الميزان، 20: 5 مخ)

[2238] (نمونه، 25: 7 مخ.)

[2239] (نمونه، 25: 16 مخ او الميزان، 20: 8 مخ)

[2240] (منشور جاويد، 9: 311 مخ.)

[2241] (نمونه، 25: 29 مخ او الميزان، 20: 14 مخ.)

[2242] (نمونه، 25: 30 مخ.)

[2243] (نمونه، 25: 39 مخ)

[2244] (بحار الانوار، 68: 268 مخ.)

[2245] (بقره_115)

[2246] (رحمٌن_17)

[2247] (نمونه، 25: 45 مخ.)

[2248] (نمونه، 25: 48 مخ.)

[2249] (الميزان، 20: 29 مخ.)

[2250] (پيام قرآن، 7: 42 مخ او نمونه، 25: 65 مخ.)

[2251] (نمونه، 25: 71 مخ او الميزان، 20: 33 مخ.)

[2252] (نمونه، 25: 38 مخ.)

[2253] (نمونه، 25: 88 مخ.)

[2254] (نمونه، 25: 97 مخ)

[2255] (رحمن_15)

[2256] (د جن سورت آيتونه)

[2257] (جن_11)

[2258] (جن_11)

[2259] (جن_ 9)

[2260] (جن_68)

[2261] (نحل_39)

[2262] (سبا_12 او 13)

[2263] (حجر_ 27)

[2264] (نمونه، 25: 154 مخ.)

[2265] (نمونه، 25: 122 مخ.)

[2266] . (نمونه، 25: 124 مخ.)

[2267] (نمونه، 25: 163 مخ)

[2268] (الميزان، 20: 66 مخ.)

[2269] (نمونه، 25: 170 مخ.)

[2270] (نمونه، 25: 172 مخ.)

[2271] (نمونه، 25: 192 مخ.)

[2272] (الميزان، 20: 85 مخ.)

[2273] ( الميزان، 20: 86 مخ.)

[2274] (وګورئ: (مزمل_1) څرګندنه)

[2275] (الميزان، 20: 88 مخ.)

[2276] (نمونه، 25: 213 مخ.)

[2277] (الميزان، 20: 100)

[2278] (الميزان، 20: 96 مخ.)

[2279] (نمونه، 25: 250 مخ.)

[2280] (نمونه، 25: 263 مخ.)

[2281] (نمونه، 25: 271 مخ)

[2282] (نمونه، 25: 275 مخ.)

[2283] (نمونه، 25: 283 مخ.)

[2284] (وګورئ: فصلت_20، يس_65)

[2285] (نمونه، 25: 292 مخ.)

[2286] (وګورئ: انعام_103)

[2287] (نمونه، 25: 302 مخ.)

[2288] (نمونه، 25: 327 مخ)

[2289] (نمونه، 25: 343 مخ.)

[2290] (الميزان، 20: 143)

[2291] (نمونه، 25: 350 مخ)

[2292] (نمونه، 25: 357 مخ)

[2293] (نمونه، 25: 363 مخ.)

[2294] (نمونه، 25: 371 مخ.)

[2295] (نمونه، 25: 391 مخ.)

[2296] (نمونه، 25: 397 مخ.)

[2297] (نمونه، 25: 401 مخ.)

[2298] (نمونه، 22: 402 مخ.)

[2299] (نمونه، 25: 411 مخ.)

[2300] (نمونه، 25: 417 مخ.)

[2301] (نمونه، 25: 421 مخ.)

[2302] (پيام قرآن، 5: 110 مخ.)

[2303] (نمونه، 25: 421 مخ.)

[2304] (نمونه، 26: 3 مخ.)

[2305] (نمونه، 26، 6 او 9 مخونه او الميزان، 20، 74 او 179 مخونه.)

[2306] (مجمع البيان، 10، 242 مخ.)

[2307] (انشقاق_1، او انفطار_1)

[2308] (نمونه، 26: 32 مخ.)

[2309] (نمونه، ۲۶ ټ/ ۵۶ مخ)

[2310] (نمونه، ۲۶، ۷۱ مخ.)

[2311] (نمونه، 26: 76 مخ.)

[2312] (نمونه، ۲۶ټ، ۹۳ مخ)

[2313] (پيام قرآن، 3: 254 مخ.)

[2314] (نمونه، 26: 109 مخ.)

[2315] (طه_103 او 104)

[2316] (نمونه، 26: 115 مخ.)

[2317] (نمونه، 26: 121)

[2318] (نمونه، 26: 123 مخ او الميزان، 20: 222 مخ.)

[2319] (نمونه، 26: 144 مخ.)

[2320] (نمونه، 26: 162 مخ.)

[2321] (نمونه، 26: 166 مخ)

[2322] (پيام قرآن، 6: 33 مخ.)

[2323] (وګورئ: انعام_38)

[2324] (ګټنه شوې ده له: تفسير نمونه، 26: 170 – 186 مخونه او الميزان، 20: 235 – 237 مخونه.)

[2325] (نمونه، 26: 193 – 199 مخونه)

[2326] (الميزان، 13: 10 مخ.)

[2327] (نمونه، 26: 206).

[2328] (نمونه، 26: 217 مخ.)

[2329] . (نمونه، 26: 224 مخ.)

[2330] (پيام قرآن، 6: 93)

[2331] (الميزان، 20: 255 مخ)

[2332] (نمونه، 26: 254 مخ.)

[2333] (نمونه، 26: 265 مخ.)

[2334] (پيام قرآن، 1: 365)

[2335] (پيام قرآن، 6: 249 مخ.)

[2336] (نمونه، 26: 280 مخ.)

[2337] (الميزان، 20: 269 مخ.)

[2338] (نمونه، 26: 300 مخ.)

[2339] (نمونه، 26: 315 مخ.)

[2340] (نمونه، ۲۶ټ/ ۳۲۴ مخ)

[2341] (نمونه، 26: 329 مخ.)

[2342] (نمونه، 26: 337 مخ)

[2343] (نمونه، 26: 353 مخ.)

[2344] (نمونه، 26: 356 مخ.)

[2345] (نمونه، 26: 360 مخ.)

[2346] (الميزان، 20: 293 مخ.)

[2347] (نمونه، 26: 374 مخ.)

[2348] (نمونه، 26: 380 مخ.)

[2349] (نمونه، 26: 393 مخ.)

[2350] (نمونه، 26: 394 مخ او الميزان، 20: 300 مخ.)

[2351] (نمونه، 26: 406 مخ.)

[2352] (نمونه، 26: 412 مخ.)

[2353] (نمونه، 26: 427 مخ.)

[2354] (نمونه، 26: 438 مخ.)

[2355] (الميزان، 20: 315 مخ.)

[2356] (نمونه، 26: 443 مخ.)

[2357] (نمونه، 26: 470 مخ.)

[2358] (نمونه، 26: 471)

[2359] ( الميزان، 20: 323 مخ.)

[2360] (الميزان، 20: 327 مخ.)

[2361] (نمونه، 27: 7 مخ.)

 

[2362] (نمونه، 27: 27 مخ.)

[2363] (نمونه، 27: 36 مخ.)

[2364] (نمونه، 27: 62 مخ.)

[2365] (نمونه، 27: 66 مخ.)

[2366] (نمونه، 27: 74 مخ.)

[2367] (نمونه، ۲۷ ټ/ ۱۱۸ مخ)

[2368] (نمونه، ۲۷ ټ/ ۹۹ مخ)

[2369] (وګورئ د ((شورى_52)) څرګندنه)

 

[2370] (نمونه ۲۷ټ/ ‍۱۰۶ او ۱۱۲مخونه)

[2371] (نمونه ۲۷ ټ/ ۱۰۶ مخ)

[2372] (نمونه ۲۷ ټ/ ۱۱۸ مخ)

[2373] (نمونه، 27: 136 مخ.)

 

[2374] (نمونه، 27: 144 مخ.)

[2375] (نمونه، 27: 144 مخ.)

[2376] (نمونه، 27: ۱۴۴ مخ.)

[2377] (نمونه، 27: 165 مخ)

[2378] (نمونه، 27: 167 مخ.)

[2379] (نمونه، ٢٧، ١٧٨مخ.)

[2380] (وګورئ: نورالثقلين تفسير، دقدر سورت ترتفسير لاندې)

[2381] (نمونه، 27: 196 مخ.)

[2382] (نمونه، 27: 218 مخ.) (خپل عمل د لارې مل دی)

[2383] . (نمونه، 27: 229 مخ.)

[2384] (نمونه، 27: 236 مخ)

[2385] (نمونه، 27: 239 مخ.)

[2386] (منشور جاويد، 7: 33 مخ.)

[2387] (نمونه، ۲۷ ټ/۲۵۸ مخ)

[2388] (نمونه، 27: 272)

[2389] (نمونه، 27: 275 مخ.)

[2390] (نمونه، 27: 283 مخ.)

[2391] (الميزان، 2: 186)

[2392] ( نمونه، 27: 290 مخ.)

[2393] (الميزان، 20: 409 مخ.)

[2394] (ګټنه شوې ده له: الميزان، 20: 410 مخ او نمونه، 27: 293 مخ.)

[2395] (الميزان، 20: 413 مخ.)

[2396] (الميزان، 20: 417 مخ.)

[2397] (الميزان، 20: 421 مخ.)

[2398] (نمونه، 27: 352 مخ.)

[2399] (الميزان، 20: 421 مخ.)

[2400] (نمونه، 27: 352 مخ.)

[2401] (نمونه، 27: 356 مخ.)

[2402] (نمونه، 27: 361 مخ.)

[2403] (نمونه، 27: 368 مخ.)

[2404] (نمونه، 27: 380 مخ.)

[2405] (نمونه، 27: 394 مخ.)

[2406] (نمونه، 27: 399 مخ.)

[2407] (نمونه، 27: 412 مخ.)

[2408] . (نمونه، 27: 413- 421 مخونه.)

[2409] ددې سورت د فضليت په باب تفسيري او روايتي کتابونه ولولئ (نمونه، ۲۷/ ۴۲۸)

[2410] (الميزان، 20: 454 مخ.)

[2411] (نمونه، 27: 455 مخ.)

[2412] (نمونه، 27: 459 مخ)

[2413] (نمونه، 27: 472 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست