د قضاء عمره مسلمانانو،چې د حديبيې د سولې تړون لاسليک کړ؛نو يو کال وروسته کړاى يې شول، درې ورځو ته له يوې تورې سره مکې ته ولاړ شي. يو کال تېر شو او وخت يې رارسېدلى و،چې مسلمانان له دې تړونه ګټه واخلي او اوه کاله وروسته خپلوان او وطن ووينې او د خداى د […]
مسلمانانو،چې د حديبيې د سولې تړون لاسليک کړ؛نو يو کال وروسته کړاى يې شول، درې ورځو ته له يوې تورې سره مکې ته ولاړ شي. يو کال تېر شو او وخت يې رارسېدلى و،چې مسلمانان له دې تړونه ګټه واخلي او اوه کاله وروسته خپلوان او وطن ووينې او د خداى د کور زيارت وکړي.
پېغمبر اکرم اعلان وکړ:((تېرکال،چې مسلمانان د خداى د کور له زيارته بې برخې شوي وو،د “بيت الله” زيارت ته دې تيارى ونيسي.))
دې خبرې مسلمانان ډېر خوشحاله کړل.که تېر کال پېغمبر اکرم له 1300 تنو سره تللى و؛خو سږ کال له 2000 تنو سره وخوځېد، چې پکې د مهاجرو او انصارو ستر شخصيتونه هم ليدل کېدل او په پېغمبر اکرم پسې به د سيوري په څېر روان وو.
پر شپېتو اوښانو يې د قربانۍ نښې ولګولې او له ځان سره يې بوتلل.
که ووايو چې دا تبليغي سفر و؛نو دروغ به نه وي؛ ځکه ددې سفر معنوي اثار وروسته راښکاره شول او د اسلام سرسخت دښمنان “خالد بن وليد” د احد د جګړې اتل او عرب سياستپوه “عمرو عاص” د اسلام د لښکر د عظمت تر ليدو وروسته مسلمانان شول.
پېغمبر اکرم اوس هم د قريشو له کينې ډاډمن نه و او احتمال يې ورکاوه،چې هغه او يارانو ته يې په لار کې کمين و نه نيول شي او د يارانو يې وينه تويه شي،چې بې له تورې يې بله وسله نه درلوده .
بل خوا د تړون يوه ماده دا هم وه،چې مسلمانان حق نه لري پر وسله سمبال مکې ته راننوځي؛نو احتياط له مخې پېغمبر اکرم يو افسر حضرت “محمد بن مسلمه” له 200 سرتېرو سره مخکې په وسله سمبال ولېږه،چې د “مرالظهران” په سيمه کې د حرم خاورې ته نږدې،پېغمبر اکرم ته په تمه شي.
د قريشو استازي “مُکرزبن حفص” له پېغمبر اکرم سره اړيکه وکړه او د قريشو نيوکه يې پېغمبر اکرم ته راورسوله.
پېغمبر اکرم ورته وويل:((زه او ياران به مې هېڅکله د تړون پر خلاف عمل و نه کړو او ټول به بې وسلى حرم ته ننوځو او دا 200 سرتېري به له خپلې ټولې وسلې سره همدلته وي او يو قدم به هم مخکې رانه شي.))
پېغمبر اکرم پردې خبره د قريشو استازى پوه کړ،چې که زموږ له وسله توبه مو ناوړه ګټه واخيسته؛نو دا 200 مرستندوى سرتېري به زموږ لاسنيوي ته راشي.
“قريش” هم د پېغمبراکرم پر لرليد پوه شول او د مکې ورونه يې مسلمانانو ته پرانېستل. د کفارو مشرانو او پلويانو يې ښار تش کړ او شاوخوا غونډيو او غرونو ته ولاړل،چې له پېغمبر اکرم او يارانو سره يې مخ نه شي او له هماغه ځايه ټولې چارې وڅاري.
پېغمبر اکرم مکې ته راننووت
پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور مکې ته راننووت او 2000 تنه ترې راتاو وو او د (( لبيک اللهم لبيک)) نارو يې په ټول ښار کې انګازې کولې. دې خواږه غږ د مکې د خلکو په زړو کې ځاى پيدا کړ؛خو د کفارو په زړه کې يې ډار واچاوه. د مسلمانانو د “لبيک” په غږ پسې، د پېغمبراکرم د اوښ څاروان حضرت “عبدالله رواحه”(رض) په خواږه غږ شعر ووايه،چې مفهوم يې دادى:
((د کفر او شرک زامنو!د خداى استازي ته لار پرانځي. پوه شئ! هغه د خير او نېکۍ سرچينه دى. خدايه! زه يې پر خبره ايمان لرم او هغه په رسالت کې ستا د حکم لاروى دى.)) (331)
پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور او د کعبې طواف وکړ او دا ځل يې حضرت”ابن رواحه”(رض) ته وويل،چې په خپل ښکلي غږ دا دعا ووايي او نور دې يې هم ورسره بدرګه کړي:
((لا اله الا الله، وحده وحده، صدق وعده، و نصر عبده واغزجنده، و هزم الاحزاب وحده ))
يعنې بې له هغه الله بل خداى نه شته،ايکي يو دى او سارى نه لري، په خپله ژمنه ټينګ شو (وعد يې کړې وه،چې ډېر ژر به د خداى کور زيارت وکړئ) له خپل بنده سره يې مرسته وکړه، د توحيد لښکر يې سر لوړى کړ او د کفر او شرک ګوندونه يې په يواځې ځان دړي وړي کړل.
پر هغه ورځ د زيارتو ټول ځايونه د مسلمانانو په اختيار کې وو او دغسې تاوده توحيدي شعارونه (په داسې ځاى کې،چې کلونه کلونه د کفر او شر مورينه وه) د کفر او شرک په مشرانو روح ماتوونکي ګوزارونه وو او پر ټول “عربستان” يې د پېغمبر اکرم برى پرېکنده کړ.
ماسپښين شو او مسلمانان بايد الهي دنده پر جماعت تر سره کړي. بايد د پېغمبر اکرم وياند (موذن) په خواږه غږ اذان وکړي. حضرت”بلال حبشي”(رض)،چې په دې ښار کې د اسلام راوړو له امله ځپل شوى و، د پېغمبر اکرم په حکم،د کعبې بام ته وخوت او په هغه ځاى کې،چې پر خداى او رسول يې ګواهى ورکول ستر جرم و،په غوږونو کې يې ګوتې کېښوولې او په خواږه غږ يې اذان وکړ؛د اذان غږ د کفر مشران ډېر خپه او ترهور کړل.
“صفوان بن اميه” او “خالد بن وليد” وويل: ((د خداى شکر،چې پلرونه مو مړه شوي دي،چې ددې حبشي مريي غږ يې وا نه ورېد.))
“سهيل بن عمرو”،چې د حضرت “بلال” د اذان غږ واورېد؛نو مخ يې په دستمال پټ کړ. هغوى د حضرت “بلال” غږ نه خپه کول؛بلکې د اذان مانا او مفهوم خپه کول،چې د پلرونو او نيکونو د عقايدو پر خلاف يې و.
پېغمبر اکرم د “صفا” او “مروه” غرونو ترمنځ په ځغاستو شو او دا،چې بوتلمانځيو اوازه خپره کړې وه،چې سختې هوا مسلمانان له کاره غورځولي دي؛نو پېغمبر اکرم په “صفا” او “مروه” کې منډې تاندې کړې او مسلمانانو يې هم لاروي وکړه. بيا يې اوښان حلال کړل او د سر وېښتان يې کم کړل او له احرامه ووتل.
پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې 200 تنه دې د “مرالظهران” درې ته ولاړ شي، چې پر ځاى يې هغه 200 تنه راشي او عمره وکړي.
د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې. مهاجر خپلوانو کره ولاړل او انصار يې هم له ځان سره مېلمانه کړل.
پېغمبر اکرم له مکې ځي
د مسلمانانو جلال او دبدبې د مکې د خلکو پر روحيه عجيب اغېز وکړ او د مسلمانانو له روحياتو سره يې نور هم اشنا کړل.
د کفر او شرک مشرانو احساس کړل،چې د پېغمبر اکرم راتګ د مکې د خلکو مينه له بوت لمانځنې سره کمه کړه او د خلکو په زړونو کې يې مسلمانانو ته ځاى پيدا کړ؛نو ځکه د قريشو استازى “خويطب” پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل: (( د تړون له مخې مو د پاتې کېدو وخت پاى ته رسېدلى او ژر تر ژره له مکې ووځئ.))
د پېغمبر اکرم ځينې ياران د قريشو د استازي په خبره خپه شول؛خو پېغمبر اکرم هغه نه و،چې د تړون په عمل کولو يې پښې سستې شي؛د تګ حکم يې وکړ او ټول بې ځنډه له مکې ووتل.
“ميمونه” د پېغمبر اکرم د تره (عباس) ښينه وه او مسلمانه شوه،چې حضرت “عباس” ته يې وويل:((چمتو ده له پېغمبر اکرم سره د وياړ لپاره واده وکړي.))
پېغمبر اکرم يې وړانديز ومانه او له دې لارې، له قريشو سره يې اړيکې نورې هم ټينګې شوې. د يوې ځوانې نجلۍ مينه له نيمزالي سره،د هغه سړي پر معنوي قدرت ګواهي ورکوي.
ان پېغمبر اکرم د قريشو له استازي وغوښتل پېغمبر اکرم ته دې مهلت ورکړاى شي،چې د واده مراسم په مکه کې ترسره کړي او په خوړه کې يې د مکې ټول مشران ګډون وکړي؛خو د قريشو استازي دا وړانديز و نه مانه او ويې ويل: (( موږ ستا ډوډۍ ته اړتيا نه لرو.))
پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې له غرمې مخکې دې ټول له مکې بهر شي او څوک دې ځنډ و نه کړي. يوازې خپل مريي “ابورافع” ته يې دنده ورکړه، چې په مکه کې پاتې شي او ماښام ته دې د پېغمبر اکرم مېرمن له ځان سره راولي.(332)
مسلمانان،چې ووتل؛نو د پېغمبر اکرم مخالفينو “ميمونه” ورټله؛خو يو بڅرى اغېز يې پرې ونه کړ؛ځکه په پياوړيو معنوياتو يې پېغمبر اکرم ته د واده وړانديز کړى و.
په دې توګه خداى خپله ژمنه پوره کړه او د فتح سورې 27 آيت نازل شو:
لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا= سکه، خداى خپل استازي ته حق خوب په رښتيا ورښوولى و: كه خداى وغواړي؛نو هرومرو تاسې په پوره امنيت او ډاډ “مسجدالحرام” ته ننوځئ، حال دا چې تاسې به د سر وېښتان خرييلي يا لنډكړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ؛نو(خداى) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نه پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې (تاسې ته) نژدې برى در په برخه كړ.
په دې آيت کې خداى مسلمانانو ته د نږدې سوبې زېرى ورکړى و،چې هماغه د مکې ستره فتح وه، چې پر اتم هجري کال وشوه.
331_ سيره ابن هشام، 2/ 37
332_ سيره ابن هشام 3/ 12-14 ، تاريخ الخميس 2/ 62-65