تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  له اسلام مخکې په عربي ټولنه کې د ژمنې او تړون اهميت او اعتبار په انساني ټولنو کې ټولنيزې چارې د ټولنې د وګړيو ترمنځ د ژمنې او تړونونو له مخې روانې وي، د څېزونو پېر پلور، شتمنۍ او د بشري ژوند اړتياوې، د چارو د کولو لپاره د خلکو ګډون، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 له اسلام مخکې په عربي ټولنه کې د ژمنې او تړون اهميت او اعتبار

په انساني ټولنو کې ټولنيزې چارې د ټولنې د وګړيو ترمنځ د ژمنې او تړونونو له مخې روانې وي، د څېزونو پېر پلور، شتمنۍ او د بشري ژوند اړتياوې، د چارو د کولو لپاره د خلکو ګډون، د واده تړون، طلاق او بېلښت دا ټولې د ژمنو او تړونونو له مخې دي. نن په ښارونو کې ژمنې او تړونونه ليکل کيږي او غالباً دولتي نظامونه يې تصدقوي، چې په دې حال کې يې د عملي کولو ضامن هم دي؛ خو له اسلام مخکې د عربو په ټبريزو ټولنو کې ژمنې او تړونونه پر دې اساس و، چې وګړيو خپلو ژمنو او تړونونو ته درناوی درلود او وګړيو په خپله د ژمنو او تړونونو په عملي کولو کې پوره جديت او رښتينتوب ښووه.

د عربو د هغې زمانې په ټولنو کې پر ژمنې او تړون عمل د وګړي پر شرافت او ستريا دليل و او د ټبر ټولو وګړيو يې هم ژمنه او تړون محترم باله او ټول د خپل ټبر د وګړيو په تړون عملي کولو کې هڅاند وو.

په هغو ټولنو کې پردي سړي ته د يوې کلمې «ته مې زوی يې» په ويلو- که څه په خپل، ښار او دين کې له ويوونکي لرې و-  دا پردی د ويوونکي او مېرمن يې اولاد، او د دوی د اولادونو ورور کېده او په نسب کې يې د ټبر يو تن وګړی شمېر کېده، تر مړينې وروسته يې یو له بله ميراث وړه، د عربو د انسابو راټولوونکي عالمانو هم دا سړی تر ننه د انسابو په کتابونو کې د ويوونکي زوی ثبت کړی او د دې د ټبر يو تن يې شمېرلی دی.

لکه څنګه چې دووټبرونو يو له بل سره د دوستۍ او ملاتړ ژمنه کوله، نو د دواړو ټبرونو هر وګړي په سولې، جګړې او دفاع کې د همژمنې ټبر له وګړيو سره د سرښندنې تر بريده فداکاري کوله.

او هم که د ټبر کوم وګړي به اعلان کړه: «زه د پلاني ټبر د پلاني ملاتړی يم»؛ نو په دې چار کې يې ټولو خپلوانو او د ټبر غړيو ملا تړله او هر يو په خپل وار تر حمايت لاندې سړي دفاع کوله.

همداراز که چا بل ته په يوه کار کې د همکارۍ لاس ورکاوه چې په اصطلاح کې يې «بيعت» ورته وايه- نو موخې ته د ور رسېدو لپاره به يې ښه منډه ورسره وهله.

همداراز که دوو وسلوالو جنګي سړيو به په بېديا کې هلته چې د هيڅ قانون واکمني نشته، مخامخ يو بل ته وويل: «په امان کې يې» دواړه پوره ډاډمن له خپلو آسونو راکېوتل، وسله يې لرې کوله او په پوره ډاډ يې يو د بل ترڅنګ ويدېدل.

څومره چې يو ټبر او وګړی خپل ظرافت، حيثيت او انسانيت ته په احترام قايل وو، نو هومره پر خپلې ژمنې او تړون ټينګ وو.

په هغې جاهلي ټولنه کې دا خوی او سلوک په دې ټولنې کې د ژوند لپاره يو رغنده، مثبت او څرګند ټکی و، چې زموږ د پېر په هيڅ ټولنې کې يې ساری موندای نشو[1].

¯¯¯

څه مو چې وويل: په دې مانا نه ده چې د عربانو ترمنځ بې له جګړيز حالته، چې په دې حالت کې تورې واکمني کوله، کله هم څه اختلاف نه رادبره کېده؛ بلکې عربي ټبرونو او وګړيو يې د نورو انسانانو په څېر خپلمنځي شخړې درلودې، چې چار يې د محاکمې تر بريده رسېده او د ستونزې او شخړې هواري ته منځګړي (احکام) ول، چې شرح به يې راشي.

د عربو منځګړي

تل په بشري ټولنو کې، د اړپېچونو (اختلافونو) د هوارۍ لپاره منځګړي او حکام شته، چې خلک ورځي او خپلمنځي ستونزې پرې يوې خوا ته کوي. له اسلام مخکې عربي ټولنه هم له دې قاعدې وتلې نه وه او په هر وخت کې د شخړو هوارۍ ته يو وګړی يا ډېر کسان وه، چې په عربو کې په روايت، ځيرکۍ، استقامت، زغم او رښتينتوب يادېدل ، چې ټولو عربي وګړيو د خپلمنځي شخړو دهوارۍ لپاره منل.

دا وګړي «منځګړي= حاکم» نومېدل، او له لرې او نژدې ټبرونه يا وګړي ورتلل، چې د ستونزو په هواري کې يې منځګړتوب وکړي. په مکه کې «عبدالمطلب» ورپسې يې زوی «ابو طالب» هر يو، په خپل وخت کې دعربانو «منځګړي+ حکام» وو[2].

 

 

[1] وګورئ: په تاريخ اليعقوبي، تاريخ الطبري، مروج الذهب او السيرة النبوية کې له اسلام وړاندې د عربو تاريخ وګورئ.

[2]  یعقوبي تاریخ، ۱ ټ، ۲۵۸ مخ، حکام العرب

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!