مشهور روايت دى،چې علم درې پوړه لري:همدا چې انسان د علم لومړي پوړ ته ورسېد؛نو مغرورېږي او تکبر کوي او ځان تر هر څه او چا اوچت او غوره ګڼي.دا پوړ د علم وينۍ او ځان وينۍ پوړ دى. په دويم پوړ کې معلومات يې اضافه کېږي،ځان او خپل معلومات د خلقت په ستر غونډال […]
مشهور روايت دى،چې علم درې پوړه لري:همدا چې انسان د علم لومړي پوړ ته ورسېد؛نو مغرورېږي او تکبر کوي او ځان تر هر څه او چا اوچت او غوره ګڼي.دا پوړ د علم وينۍ او ځان وينۍ پوړ دى. په دويم پوړ کې معلومات يې اضافه کېږي،ځان او خپل معلومات د خلقت په ستر غونډال کې کوچنى ويني او د خاکسارۍ حالت پکې پيدا کېږي.دا پوړ د واقع وينۍ او نړۍ ليد پوړ دى.له “علم وينۍ” څخه “نړۍ ليد” ته رسي.ددې پر ځاى،چې خپلو معلوماتو ته نظر وکړي،نړۍ ته نظر کوي او په هغو معلوماتو نړۍ کچوي.په دويم پړاو کې پوهېږي،چې په هېڅ هم نه پوهېږي.دا پړاو د حيرانتيا پړاو دى، په دې پړاو کې پوهېږي،چې د هغه فکر معلومات دومره نه دي،چې نړۍ او عالم پرې کچ کړي.
د نيمګړې پوهې غرور
لکه څنګه،چې کله انسان په خپله شتمنۍ مغرورېږي او د شتمنۍ نشه يې په سر کې وي او انګېري،چې لاس ته راوړې شتمني به يې له هر څه مړه خوا او په دې نړۍ کې تلپاتې کړي ((يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ (همزه/٣)= انګيري چې شتمي به يې تلپاتې كړي (او له مړيني به يې وژغوري).))
کله په خپل مقام مغرورېږي او د مقام نشه يې په سر کې وي او پر ځمکه ګناه او سرغړونه کوي او د ((أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى (نازعات/٢٤)=زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) ډهول او چغې وهي. همداسې کله د پوهې غرور هم پر انسان واکمن شي او د پوهې يو ډول جنون پکې پيدا کېږي؛خو دومره توپير لري،چې د شتمنۍ او مقام لېونتوب له ډېرې شتمنۍ او ځواکمنۍ راپيدا کېږي او د علم لېونتوب له لږ علم او کمزوري درکه پيدا کېږي.وايي: تر محض نشتونه د هر څه نيمګړى شتون غوره وي؛ خو علم چې هېڅ نه درلودل يې له نيمګړي درلودو غوره دى؛ځکه نيمګړى علم مستوونکى او لېونى کوونکى دى او د ډېرو حقايقو د منکرېدو لاملېږي .
دلته مو پام د امام صادق روايت ته راګرځوو :
خداى له بشره دوه ژمنې اخستي
امام صادق (رح) وايي :
خداى د قرآن کريم په دوو آيتونو کې له بېځايه رښتينوليو او درغجنوليو ژغورلي يو. يو د اعراف د سورت ١٦٩ آيت،چې وايي: ((أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لاَّ يِقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِ وَالدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (اعراف/١٦٩)=ايا له دوى (د خداى) د كتاب ژمنه نه وه اخستل شوې،چې په خداى پورې به ( دروغ نه تړي او ) يوازې حق به وايي او هغوى څو څو ځل هغه (ژمنه) لوستې ده او د اخرت استوګنځى پرهېزګارانو ته غوره دى، ايا نه پوهېږئ ؟))
له انسانه ژمنه اخستل شوې،چې په هغه ځاى کې،چې خداى څه نه دي ويلي او دنده يې نه ده ټاکلې؛نو تاسې به له ځانه دنده نه ټاکئ او بدعتونه به نه کوئ.
بشر کله د تصديق په رنځ اخته کېږي،په هغو چارو کې،چې خداى حکم نه وي کړى او خلک يې د مصلحت له مخې ازاد پرېښي وي. غواړي له ځانه حکم وضع کړي او په خداى پورې يې تړي او کله خپل ناوړه کارونه،چې يوزاې له شهوت سره يې اړخ لګوي؛نو له ځانه ورته احکام جوړوي او په خداى پورې يې تړي؛نو په دې هکله خداى په قرآن کريم کې وايي:
((وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (اعراف/٢٨)= او چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛نو) وايي : (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او خداى راته پخپله هم د دې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه : ((خداى (هېڅكله) د بې حيا چارو د تر سره کولو امر نه كوي، ايا داسې څېزونه په خداى پورې تړئ،چې نه پوهېږئ ؟!))
دا يوه ژمنه ده،چې خداى له بندګانو اخستې،چې څو علم او يقين نه لري؛څه به نه وايي.
((بَلْ كَذَّبُواْ بِمَا لَمْ يُحِيطُواْ بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ (يونس/٣٩)= ( خو هغوى د پوهې له مخې له قرآنه انكار ونه كړ؛) بلكې داسې څه يې په دروغووګڼل،چې ترې خبر نه وو او تر اوسه واقعيت يې ورته څرګند شوى نه دى،په همدې ډول تر دوى مخكې خلكو هم (خپل پېغمبران ) په دروغوګڼلى ول؛ نو وګوره چې د ظالمانو د كار پاى څرنګه وه !))
پر هغو مسايلو،چې نه پوهېږئ او د هغوى روح او باطن يې درک کړى نه وي،ددې پرځاى،چې ووايي،نه پوهېږم؛نو په کبر ترې منکرېږي او وايي : داسې څه خو نشته.
ابوعلي سينا بلخي دې روايت ته نژدې دوه غونډلې-جملې لري او د بې ځايه او بې دليله تصديقونو په اړه وايي :
((څوک چې روږد شوى،هر څه بې دليله ومني؛نو د انسانيت له فطرته وتلى دى او د انسان نوم پرې نه شو ايښوداى.))
او د بېځايه او بې دليله نمښتو په هکله وايي: ((څه چې درته هېښنده ول؛نو يوازې له دې امله يې مه ردوه،چې هېښنده دى؛خو دا چې ردولو ته يې پوخ دليل ولرې.))
سرچینه : بیست ګفتار: استاد مرتضی مطهری