حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال له “کوفې” نه،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،د يو کار لپاره بهر ووت.ساتندويان يې له ځان سره نه وړل او په هغه ورځ هم ساده او يوازې ووت.په راستنېدو له يو کتابوال سره يو ځاى شو.هغه سړي،چې حضرت علي (ک) نه پېژانده؛ نو له يو بله […]
حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال له “کوفې” نه،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،د يو کار لپاره بهر ووت.ساتندويان يې له ځان سره نه وړل او په هغه ورځ هم ساده او يوازې ووت.په راستنېدو له يو کتابوال سره يو ځاى شو.هغه سړي،چې حضرت علي (ک) نه پېژانده؛ نو له يو بله يې د مقصد پوښتنه وکړه او پوه شول،چې ډېره لار يې شريکه ده؛نو د لارې ملګري شول او په خبرو خبرو همداسې روان ول، چې هغه ځاى ته راورسېدل،چې بايد سره بېل شي،هغه سړى د خپل مقصد پر لوري شو او حضرت علي (ک) د کوفې لار پرېښووه او پر هماغه لار روان شو،چې د سفر ملګرى يې پرې روان و.
کتابوال ورته وويل : تا خو ويلي ول،چې کوفې ته ځم؟ امام ورته وويل: ولې نه!
سړي وويل: نو ولې پخپله لار نه ځې؟
امام ورته وويل: پېغمبراکرم وويل : دوه انسانان،چې يو ځاى سره سفر او خبرې وکړي؛نو پر يو بل حق پيدا کوي؛نو داچې زه په دې سفر کې له تا سره وم؛نو تا راباندې حق پيدا کړ او غواړم ددې حق په پار دې تر يو ځايه ورسوم.
هغه سړى په فکر کې ډوب شو او بيا يې وويل :ستاسې د پېغمبر خواږه اخلاق ول،چې اسلام دومره چټک پرمختګ وکړ.
هغه سړي هغه مهال حضرت علي (ک) نه پېژانده،څو يوه ورځ کوفې ته راغى او امام علي يې د خلافت پر ګدۍ وليد؛نو پوه شو،چې د هغې ورځ د سفر ملګرى يې اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب دى؛نو بې ځنډه مسلمان شو او د حضرت علي له ښه يارانو ځنې شو. (بيست ګفتار/مطهري)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com