تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پند، حکمت، زهد او. . . په اړه له امام صادق ابی عبدالله جعفر بن محمد رحمه الله علیه څخه روایت شوې اوږدې ویناوې عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې روایت شوی چې امام صادق ویلي: عبدالله! بېشکه شیطان په دې غولوونکې کور کې خپل دامونه غوړولي او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پند، حکمت، زهد او. . . په اړه له

امام صادق ابی عبدالله جعفر بن محمد رحمه الله علیه

څخه روایت شوې اوږدې ویناوې

عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

روایت شوی چې امام صادق ویلي: عبدالله! بېشکه شیطان په دې غولوونکې کور کې خپل دامونه غوړولي او ښکار یې یوازې زموږ دوستان دي؛ خو زموږ د دوستانو په پام کې آخرت دومره ستر دی، چې په هېڅ څیز یې نه ورکوي.

وه! وه! پر هغو زړونو چې له رڼا ډک دي، دنیا یې په نظر کې د رنګین مار او د بې ژبې دښمن په څېر ده، دوی له الله پاک سره مینه لري او له هغه څه تښتي، چې عیاشان پرې روږدي دي، دوی مې په رښتیا دوستان دي، چې په پار یې د هرې فتنې جرړه وځي او هر بلا لرې کېږي.

د جندب زویه! هر مسلمان چې مو پېژني ورته لازم دي، چې ځان هر شواروز وارزوي او په خپله د ځان حسابګر وي، که په خپله کارنامه کې یې نیکي ولیده ورزیاته دې یې کړي او که بدي یې ولیده له خدای دې بښنه وغواړي، چې په قیامت کې پر ذلت وانه وړي. د هغه بنده پر حال دې خوشحالي وي، چې د ګناهګارانو د دنیا پر نعمتونو او پړق و پړوک افسوس ونه خوري، د هغه بنده پر حال دې خوشحالي وي، چې د آخرت په لټه کې وي او لاس ته راوړو ته یې هڅه کوي، د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې دروغجنې هیلې یې بوخت نه کړي. خدای دې پر هغوی ولورېږي چې (د خلکو د لارې) ډیوې او (د افکارو یې) روڼوونکي ول؛ دوی په ښو کړنو او نهایي هڅو، خلک راته راوبلل او دهغوی په څېر نه دي چې رازونه مو راسپړي.

د جندب زویه! په رښتیا، مؤمنان هغوی دي، چې له خدایه وډارېږي او اندیښمن وي، چې هسې نه الهي هدایت چې ور پر برخه شوې له لاسه ورکړي؛ چې کله هم خدای او نعمتونه یې یاد کړي، ولړزیږي او وډار شي او چې کله د خدای آیتونه ورولوستل شي، د الهي قدرت د نفوذ راښکاره کېدو له لامله یې ایمان ډېر شي او پر خپل پالونکي بروسه وکړي.

د جندب زویه! (بېلارېتوب خو څه نوی څیز نه دی) له ډېر وخت راهیسې د ناپوهۍ بازار تود او بنسټ یې ‎پیاوړی شوی؛ دا ځکه چې خلکو د خدای له دین ځنې لوبوزله جوړه کړې، تردې چې عالمان هم باید پوهه د خدای درشل ته د ورنژدېدو وزله کړي؛ خو بې له الله یې یو بل څيز موخه کړی او همدوی ظالمان دي.

د جندب زویه! که لارویان مو سم او پایښتي وای، پرښتو لاسنیوی ورسره کاوه، وریځې ورباندې سیوری کېدې، ورځې یې رڼا کېدې، رزق یې له اسمان او ځمکې رسېده، څه یې چې له خدایه غوښتل ورکول یې.

د جندب زویه! زموږ لاروي ګناهګاران یوازې په ښو یادوئ، ټول له خدایه وغواړئ چې توفیق ورپر برخه کړي او هیله وکړئ چې توبه یې ومنل شي: څوک چې زړه راپورې وتړي، ولایت مو ومني، له غلیم سره مو دوستي و نه کړي، پر څه چې پوهېږي ویې وایي او پر څه چې نه پوهېږي یا پکې شکمن وي خوله چوپه کړي؛ نو په جنت کې دی.

د جندب زویه! هغه هلاکېږي چې یوازې پر خپلو کړو وړو (او هڅو) ډډه ولګوي ( او د خدای لورنه هېره کړي). هغه (هم) هلاکېږي چې د خدای پر رحمت یې ډډه وهلې وي او په سپین سترګۍ ګناه کوي. و مې ویل: نو څوک ژغورلېدای شي؟

و یې ویل: هغوی چې د ډار او هیلې ترمنځ وي، لکه چې ته وا، زړه یې ثواب ته د شوق او د سزا د ډار له لامله د (ښکاري) الوتونکي په منګولو کې دی.

د جندب زویه! څوک چې غواړي خدای حورالعین ورواده او د رڼا تاج ور پر سر کړي؛ نو خپل مؤمن رور دې خوشحال کړي.

د جندب زویه! د شپې خوب او د ورځې خبرې دې لږې کړه، چې د انسان د بدن په غړیو کې سترګې او ژبه خورا ناشکره او نامنندویه دي. د حضرت سلیمان علیه السلام مور، سلیمان علیه السلام ته وویل: زویکه! (تر اړتیا) ډېر خوب مه کوه؛ ځکه پر هغه ورځ چې خلک خپلو کړنو ته اړین وي، تش لاس به دې کړي.

د جندب زویه! په رښتیا، شیطان ښکار ته دامونه او کمندو نه لري، پام چې پکې ونه نښلئ. ومو ویل: د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زویه، دا کوم دي؟ و یې ویل: له روڼو سره د نیکۍ کولو مخنیوی یې دامونه دي او کمندونه یې د فرض لمانځه پر وخت خوب دی. هن! تردې غوره عبادت نشته چې له روڼو سره د نیکۍ په لار کې ګام واخلې او کتو ته یې ورشې.

 د هغوی پر حال دې افسوس وي، چې له لمانځه غافل وي او ( د شپې) په خلوت کې ویده شي او په سستیو کې (د استراحت پر وخت او له افکارو د فراغت پرمهال) پر خدای او آیتونو یې ملنډې وهي (( په آخرت کې یې برخه نشته او خدای خبری ورسره نه کوي او نه د قیامت پر ورځ ( په لورنه) ورګوري او نه به یې ( له ګناهونو) پاک کړي او دردناک عذاب ورته دی)) (آل عمران / ۱۷۷ آیت)

د جندب زویه! څوک چې ګهیځ له خوبه راویښ شي او بې د ځان له ازادسازۍ (او ځان جوړونې) په بل چورت کې وي؛ نو یو ستر چار ته یې ټیټ کتلي له خدایه یې ناڅیزه ګټه (دنیا) غوښتې ده؛ او څوک چې له خپل رور سره ټګي وکړي، سپک یې کړي او شخړه ورسره وکړي؛ خدای به یې دوزخ ته ورټېل وهي او څوک چې له مؤمن سره کینه کوي؛ نو ایمان یې په زړه کې په اوبو کې د مالګې به څېر وېلېږي.

د جندب زویه! څوک چې د خپل رور د اړتیا پوره کولو لپاره ولاړ شي؛ نو لکه چې د صفا او مروا ترمنځ یې چې سعی کړې وي او که اړتیا یې ورپوره کړي؛ نو داسې دی چې د بدر او احد په غزاګانو کې په وینو کې ککړ شوی دی، خدای هله یو امت پر عذاب کړی، چې د خپلو روڼو حقوقو ته یې ورشا کړې ده.

د جندب زویه! لارویانو ته مو وواست؛ ډولاډول اندونو ته ورمات مه شئ؛ پر خدای قسم! هله به زموږ ولایت ترلاسه کړئ چې پرهېزګاري خپله کړئ، په نړۍ کې زیار وګالئ او د خدای په پار له خپلو روڼو سره مالي او ځاني لاسنیوی وکړئ او څوک چې پر خلکو ظلم کوي؛ لاروی مو نه دی.

د جندب زویه! په رښتیا، لارویان مو په څو ځانګړنو پېژندل کېږي: سخاوت، روڼو ته ورکړه، په شواروز کې پنځوس رکعته (فرض او نفل) لمونځونه، زموږ لارویان (د بې صبرۍ له لامله په سړو کې) د سپیو په څېر نه کړونجېږي، د کارغه په څېر تمه مار نه دی، زموږ له غلیم سره نه ګاونډی کېږي او نه د ګدایۍ لاس ورغځوي که څه له لوږې ومري، لاروی مو مارماهي نه خوري، پر پڼو او څپلیو مسح نه کوي، د ماسپښین لمونځ په لومړي وخت کې کوي، نېشه کوونکی څیز نه څښي.

 و مې ویل: درځار! چېرې دغسې لارویان ومومم؟ و یې ویل: د غرونو پر سرونو، د ښارونو په څنډو او شاوخوا کې، چې کله کوم ښار ته ورشئ؛ نو د هغو کسانو په لټه کې شئ، چې نه له خلکو سره معاشرت او نژدې توب لري او نه خلک له دوی سره، دا هماغه مؤمن دی [چې په لټه کې یې] خدای (د حبیب نجار په باب) وایي: (( او د ښار له لرې څنډې (انطاکیه) یو (مؤمن) سړی په منډه منډه راغی)) [یس (۳۶) – ۲۰ آیت]

د جندب زویه! ټول ګناهونه د بښنې وړ دي؛ خو بې ستا د همدینو تېری او ټول نېک کارونه د منلو وړ دی؛ خو نه د ریا کړنې.

د جندب زویه! (له مؤمنانو سره) د خدای په لار کې دوستی وکړه، پر ټینګه کړۍ (قرآن) منګولې ولګوه، د هدایت په رسۍ راځوړند شه، چې کړنې دې ومنل شي او خدای تعالی وایي: ((او په رښتیا، د هغه بښوونکی یم، چې توبه وباسي او ایمان راوړي او ښې چارې وکړي او پر سمه لار روان شي)) [طه/ ۸۲]؛ نو یوازې ایمان منل کېږي او ایمان په عمل او عمل په یقین او یقین د خدای پر وړاندې په خشوع (او عاجزۍ) تر لاسه کېدای شي او د ګردو کچه (او چورلیز) هدایت ( او د لارې پېژندنه) ده، څوک چې لار ومومي، کړنې یې منل کېږي او قبول شوې کړنې د ملکوت نړۍ ته ورخېژي ((او د خدای چې چا ته خوښه شي سمه لار ورښیي)) بقره /۲۱۳]

د جندب زویه! که غواړې چې د جلیل خدای (د رحمت او نعمت) په کور کې، ترڅنګ یې وسې او په فردوس بڼ کې هستوګن شې؛ نو باید په نظر کې دې دنیا خواره او مرګ په سترګو کې وي؛ سبا ته څه زېرمه نکړې او پوه شه، څه چې وړاندې لېږې، پر ګټه دې دي او څه چې شاته پرېږدې پر زیان دې دي.

د جندب زویه! څوک چې له خپلو عایداتو او لاس ته راوړنو ګټه وانخلي؛ نو نورو ته یې زېرموي، څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛ نو غلیم ته یې غاړه ایښې، څوک چې پر خدای ډاډمن شي؛ نو خدای یې چورلټ دنیوي او آخروي ستونزې هواروي او په غیاب کې یې ټول څيزونه ساتي.

څوک چې پر هر ازمېښت او بلا صبر و نه کړي او په هر نعمت شکر و نه کاږي او هرې ستونزې ته د هواري لار ونه مومي؛ نو ستړی کېږي. د اولاد، مال یا ځان په اړه پر هر مصیبت زغمناک شه، خدای چې کوم امانت درکړی بېرته یې اخلي، خپله ورکړه بېرته تر لاسه کوي، چې ستا صبر او زغم پرې وازمېیي. خدای ته هیلمن وسه، نه هومره چې ګناه ته دې زړور کړي او له خدایه وډار شه، نه هاغسې چې دهغه له رحمته دې نهیلی کړي، د ناپوه په خبرو او ستاینه غره کېږه مه، چې د کبر او سرغړاندی لامل دې ګرځي او هسې نه کړنې دې په پام کې ښه وبرېښي؛ ځکه غوره کړه وړه عبادت او تواضع ده، هسې نه خپله شتمني پوپنا او د بل سمه کړې چې تر شا یې پرېږدې (یعنې خپله شتمني دې نورو ته پرېږدې، ته یې نه لګوې خو میراث خواره دې یې سمه لګوي) د خدای په درکړې روزۍ قانع وسه او څه چې دې په لاس کې دي، په اړه یې سوچ کړه، څه چې تر لاسه کولای نشې هیله یې مه کوه؛ ځکه قانع مړېږي او څوک چې قناعت نه لري، مړښت هم نه لري، له اخرته دې برخمن شه، په شتمنۍ کې نېشه کېږه مه، په تنګلاسۍ کې بې صبره کېږه مه، توند خویه او سخت زړی کېږه مه، چې خلک درنه کرکجن وي او نه هومره نرمخویه او سپک وسه چې پېژندګلو دې ټیټ بولي. تر ځان لوړ سره دې لانجې مه کوه، پر تر لاس لاندې دې ملنډې مه وهه، په چارو کې له کارپوهانو سره یې شخړه مه کوه (کار یې خپل وړ ته وسپاره) په کم عقلو پسې مه ځه، د هر چا تر لاس لاندې کېږه مه، هڅه وکړه چې د هر چار ډاډ او ملاتړ ترلاسه کړې، خپل پېټی د بل پر اوږو مه ږده، مخکې تردې چې پښېمانه شې د کار پیل او پای ښه وسنجوه، د ورننوتو او وتو لار یې وپېژنه، زړه دې خپلوان وبوله چې درسره شریک دی، کړه وړه دې خپل پلار وګڼه چې ورپسې روان یې، خپل ځان او نفس دې غلیم وبوله چې مبارزه او جګړه ورسره کوې او باید امانت ورستون کړې، ته یې د خپل ځان طبیب کړی یې او د روغتیا نښې یې درښوولي دي ستا دردونه یې درڅرګند کړي او د رغولو لار یې درښوولې ده، وګوره چې څنګه پر ځان پام کوې، له چا سره دې چې نیکي وکړه؛ نو ډېر منت پرې مه ږده او مه یې وریادوه چې نیکي دې تباه کوي؛ بلکې نور ښه احسان ورسره وکړه؛ ځکه له اخلاقي پلوه دغسې چلن درسره ښایي او بېشکه آخرت ته دې هم ډېر ګټور دی. د چوپتیا لار غوره کړه، چې زغمناک دې وبولي، که ناپوه یې یا پوه، د عالمانو په مخ کې چوپتیا درته ګاڼه او ښکلا ده او د ناپوهانو په ناسته کې پر نیمګړتیاوو دې یو برغولی دی.

د جندب زویه! عیسی د مریمې (علیهما السلام) زوی خپلو اصحابو ته وویل: «که یو مو خپل ویده رور وویني، چې جامه یې پورته شوی او څه عورت یې ښکاري؛ نو څه کوئ؟ آیا ټول شرمځی یې راښکاره کوئ یا ښکاره برخه یې ورپټوئ؟ و یې ویل: په جامه یې ورپټوو.

و یې ویل: نه، ټول یې بربنډوئ، اصحاب پوه شول چې دا یو متل دی او مطلب بل څه دی. ورته یې وویل: یا روح الله، څنګه یې بربنډوو؟ و یې ویل: ((که د خپل رور کومه نیمګړنه ووینئ، نه یې پټوئ، په حق وایم، هله به خپل مطلب ته وررسئ چې خوندونه پرېږدئ او هله مو هیلې پوره کېږي، چې پر ناکامیو صبر وکړئ، (نامحرم ته) له کتو ډډه وکړئ، چې په زړه کې د شهوت تخم کري او لیدونکي ته همدا فتنه بسیا ده، د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې په زړه کاته وکړي نه په سترګو. د اربابانو په څېر د خلکو عیبونو ته مه ګورئ، خو د بندګانو په څېر خپلو عیبونو ته وګورئ.

خلک دوه ډوله دي: (په نیمګړتیا او ګناهونو) اخته او ازاد. پر اخته وو ولورېږئ او پر خپلې آزادۍ شکر وباسئ))

د جندب زویه! چاچې اړیکه درسره پرې کړې، ته یې ورسره ټینګه کړه، چې بې برخې کړی یې، ته ډالۍ ورکړه، چاچې بدچلن درسره کړی، ته ښه چلن ورسره وکړه، چاچې کنځلی یې، سلام ورباندې واچوه؛ له دښمن سره دې هم په انصاف چلېږه، چاچې ظلم درباندې کړی ویې بښه لکه چې ښه دې ایسي بل درته تېر شي او د خدای عفوه په پام کې ونیسه، نه وینې چې لمر یې پر نېکچارو او بدچارو لګي او اورښت یې پر صالحینو او ناصالحو ورېږي؟!

د جندب زویه! د خلکو په مخ کې خیرات او صدقه مه ورکوه چې نېک دې وبولي؛ ځکه که ځانښوونه دې وکړه؛ نو پوره دې خپله مزدوری واخسته [او له خدایه به مزدوري وانخلې]؛ بلکې هڅه کوه چې د ښي لاس په ورکړه دې کیڼ ناخبره وي؛ ځکه هغه چې په پار یې پټه صدقه ورکوې، د قیامت پر ورځ به د ټولو خلکو په مخ کې بدله درکړي، حال دا له خیرات ورکولو دې د خلکو ناخبري څه زیان نه دراړوي. (دعا) په ورو کوه، خدای خو ستاسې له پټو او ښکاره وو باخبر دی، تر دعا وړاندې هم پوهېږي چې څه غواړئ، چې روژه یاست د چا غیبت مه کوئ، روژه مو په ظلم مه ککړوئ او د ځانښوونکیو په څېر روژه مه نیسئ چې مخ مو تور اوختی وي، وېښتان موغونج او شونډې مو وچې وي، چې خلک مو له روژې نیوو خبر شي.

د جندب زویه ‎! ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ دې پر وړاندې دي؛ خو یوازې په آخرت کې به پوره نېکې او بدۍ ومومې؛ ځکه جلیل او عزتمن خدای ټولې نېکۍ په جنت او ټولې بدۍ په دوزخ کې ایښې دي؛ ځکه دا دواړه تلپاتې دي.

چا ته چې خدای هدایت کړی، په ایمان یې عزتمن کړی او د هغه د نېکمرغۍ لار یې ورالهام کړې، د هغه په پنځ او طبیعت کې یې عقل ورایښی، چې نعمتونه یې وپېژني، علم او حکمت یې ورکړی چې خپل دین و دنیا پرې تنظیم کړي؛ نو باید پر ځان د خدای شکر او مننه لازم کړي، ناشکري و نه کړي، خدای یې یاد او هیر یې نه کړي، اطاعت یې وکړي، له حکمه یې سرغړونه و نه کړي؛ دا ځکه چې په لورنه یې پنځېدلی او تر پنځېدو روسته یې نعمتونه ورډالۍ کړي او هم یې د ډېرو ثوابونو زېری ورکړی او دا لورنه پر هغه سربېره ده چې تر وسې هاخوا څه دروند پېټی یې ورباندې ایښی نه دی، د مکلفیتونو په ترسره کولو کې یې د مرستې ضمانت کړی او سپارښتنه یې ورته کړې چې د ډېرو لږو دندو په عملي کولو کې مرسته ترې وغواړي؛ خو له دې ټولو لورونو سره سره، دا بنده له الهي فرمانه سرغړانده او بېوسې ښکاره کېدونکی دی! دې بنده د ځان او خدای ترمنځ د بې اعتنایۍ او خوارۍ جامې اغوستي، د ځاني غوښتنو غاړه کۍ یې پر غاړه کړې، د شهواتو لار یې خپله کړی، دنیا ته یې پر آخرت غوراوی ورکړی او په دې ناوړه وضعیت یې په ماغزو کې د جنتي باغونو هیلې ګرځي راګرځي! نه ښایي د چا کړنې چې د ګناهګارانو په څېر وي؛ خو سترګې یې د نېکانو مقام ته نیولې وي.

هن! که هغه ورځ راشي او قیامت جوړ شي او ستره هنګامه رادبره شي او خدای تلې پرېکنده پرېکړې ته کېدي او خلک حساب ته راټول شي؛ نو هله به پوه شې چې غوراوی او ستریا د چا ده او افسوس او پښېماني د چا ده! نن داسې کار وکړه، چې په خپل آخرت کې دې د ژغورنې لامل وي.

د جندب زویه! عزوجل خدای په خپلې وحې کې ویلي: ((د هغه لمونځ قبلوم چې د عظمت پر وړاندې مې سرټیټ کړي او په پار مې ځان له شهواتو وساتي او خپله ورځ زما پر یاد تېره کړي او پر بندګانو مې ویاړنه او کبر ونکړي، وږی موړ کړي، بربنډ پټ کړي، پر مصیبت ځپلي ولورېږي، مسافر ته ځای ورکړي، دغسې یو څوک د لمر په څېر ځلېږي او په تپو تیارو کې رڼا ورکوم، په ناپوهیو کې زغم ورکوم، په خپل عزت یې ساتم، خپلې پرښتې یې ساتنې ته ګومارم، چې مې وبولي، دعا یې قبلوم، چې رانه یې وغواړي ورکوم یې، دا بنده راته د جنت د باغونو په څېر دی، چې مېوې یې بېسارې او نه ورستېږي))

د جندب زویه! اسلام (پر توحید، نبوت او معاد منښته) لغړ دی، جامه یې حیا، ګاڼه یې وقار، مړانه یې ښې چارې او ستن یې پرهېزګاري ده، هر څيز یو بنسټ لري او د اسلام بنسټ زموږ د اهل بیتو مینه ده.

د جندب زویه! تبارک و تعالی خدای د رڼا یو حصار لري چې په زبرجدو او ورېښمو کې رانغښتل شوی او په سندس (د زرینو ورېښمو ټوټه) او دېبا سینګار شوی، دا حصار (په قیامت کې) زموږ د دوستانو او غلیمانو ترمنځ اچول کېږي، هغه مهال چې د محشر پر ورځ د اوږده تمېدو له لامله، ماغزه وخوټېږي، زړونه خولې ته راشي، ځیګرونه وریته شي؛ نو د خدای دوستان وردننه کوي او هلته د خدای په امن او خوندیینه کې وي او څه چې زړه غواړي او سترګې ترې خوند اخلي ورچمتو دي، د خدای د دښمنانو ستوني د سختو خولو له لامله بندېږي او له ډاره یې زړونه چوي او (وحشت ځپلي) د خدای ورچمتو کړیو عذابونو ته ویني او وایي: ((څه راباندې شوي (په دنیا کې) چې څوک مو بدان ګڼل، (په اور کې) یې نه وینو)) [ ص /۶۲] د خدای دوستان به دا منظره ویني او ورباندې به خاندي، لکه چې خدای (د دوزخیانو له خولې) ویلي: (( یا ملنډې مو پرې وهلې یا اوس سترګې ترې چپې شوي دي؟ یا (دومره سپک دي چې زموږ) سترګې یې نه ویني)) [ص /۶۳] (بیا خدای وایي): (( نونن مؤمنان په کفارو پورې خاندي، پر خپلو تختونو ناست [ او سپېره برخلیک ته یې] ویني)) [مطففین / ۳۴ او ۳۵ آیتونه]؛ نو یو به هم پاتې نشي او خدای به یې بې حسابه جنت ته ورننباسي، چې زموږ د دوستانو له مؤمنانو سره یې (که څه) د یوې کلمې مرسته کړې وي.

«ابوجعفر محمد بن نعمان اَحوَل» ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

ابوجعفر احول وایي: امام صادق علیه السلام راته وویل: په رښتیا، عزوجل خدای په قرآن کې، ځینې خلک د افشاګرۍ او رابرسېرونو له لامله ټپسوري کړي. ومې پوښتل: درځار، د قرآن په کوم ځای کې یې ویلي؟ و یې ویل: دا آیت دی: ((او چې د بریا یا ماتې خبر ور و رسي؛ (بې څېړنې) یې خپروي)) [نسا/۸۳] بیا امام صادق (رح) وویل: څوک چې زموږ پر زیان راز مو رابرسېروي، د هغه په څېر دی چې توره یې راباندې راایستلې وي، خدای دې پر هغه بنده ولورېږي، چې زموږ پټ علم واوري او تر پښو لاندې یې ښخ کړي [چې د مخالفانو له لاسرسي بچ وي] پر خدای قسم، د څارویو طبیب څاروي پېژني؛ خو زه تردې ستاسې بدچاري ښه پېژنم، بدچاري هغوی دي، چې قرآن سم نه لولي، لمونځ په روستي وخت کې کوي او خپله ژبه نه کابو کوي.

پوه شه هغه مهال چې حسن بن علي (رض) (د مداین په ساباط کې د غلیم په ګوزار) ټپي او خلک ترې خواره واره شول؛ نو امام اړ شو چې واګې معاویه بن ابوسفیان ته ورپرېږدي؛ نو (افراطي او د سولې له بهیره خپه) لارویانو ورباندې داسې سلام اچاوه: ای د مؤمنانو خواروونکیه سلام درباندې! امام یې په ځواب کې وویل: ((مؤمنان مې خوار کړي نه؛ بلکې عزتمن کړي، ومې لیدل چې له غلیم سره د جګړې وس نلرئ؛ نو واکمني مې معاویه بن ابوسفیان ته ورپرېښووه، چې موږ او تاسې دواړه روغ رمټ پاتې شو، لکه چې هغه عالم (د حضرت موسی همسفری چې وایي خضر و، د بېوزلیو) بیړۍ ټکنی کړه چې (د دښمن له تصرفه بچ او) خاوندانو ته یې پاتې شي، ما هم د ځان او پلویانو د بچولو لپاره دغسې وکړل)).

د نعمان زویه! کله یوه ته مو (پټه) خبره کوم؛ خو خپروي یې او په پار یې ترې کرکجنېږم او لعنت پرې وایم، پلارمې ویل: کوم څیز د تقیه په څېر د سترګو روښنایي ده؟ تقیه د مؤمن ډال دی، که تقیه نه وای (زرورو د دین بنسټ له منځه وړه او) د خدای عبادت به له منځه تللی وای. عزوجل خدای وایي: ((مؤمنانو ته نه ښایي، چې د مؤمنانو پرځای کافران په دوستۍ ونیسي او چاچې داسې وکړل؛ نو له خدای سره یې هېڅ اړیکه نشته (او په ټولیز ډول له خدای سره یې پیوند شلېږي)؛ خو داچې ترې وېرېږئ (چې ظلم درباندې وکړي او په ظاهره دغه ډول چلن غوره او د مهمو موخو لپاره تقیه وکړئ)) [ آل عمران/۲۸)

د نعمان زویه! له لانجو ډډه کوه چې کړه وړه دې لتاړوي، له شخړو ځان ساته چې هلاکوي دې، ځان له ډېرو دښمنیو بچوه چې له خدایه دې لرې کوي، ړومبنیو چوپتیا زده کوله لکه چې تاسې خبرې زده کوئ؛ نو چې چا غوښتل پر عبادت لګیا (او عابد) شي؛ نو ړومبی یې لس کاله سکوت او چوپتیا تمرینوله، که له اوږو یې وتای او صبر یې کړای شو د عبادت لار یې نیوه (یعنې عابدېده) که نه ویل یې، د دې چار لپاره وړ نه یم، هغه ژغورلېږي چې په مودو مودو له بې ځایه خبرو کولو ډډه وکړي او په باطله واکمنۍ کې ځورونې وزغمي (او دین ونه بایلي‎) دوی په رښتیا اصیل خلک دي، غوره او (د خدای) دوستان او ایمانوال دي.

په رښتیا، په تاسې کې مې هغه ډېر بد ایسي چې ریاست (چوکۍ) غواړي او خبرې وړي راوړي (چغلګر وي) او له خپلو رونو سره کینه کوي او دوی نه له ما ځنې دي او نه له دوی ځنې یم. په رښتیا هغه مې دوستان دي چې زموږ امر ته غاړه ږدي او په هر کار کې راپسې راځي، پر خدای قسم که هر یو د خدای په لار کې د ځمکې هومره سره ولګوئ، خو له مؤمن سره کینه کوئ؛ نو په همدې سرو به یې په دوزخ کې وداغوي!

د نعمان زویه! هغه چې زموږ پټه خبره رابرسېره کړي، دهغه په څېر نه دی، چې په توره مو ووژني؛ بلکې ګناه یې اوچته او ډېره ستره ده. د نعمان زویه! څوک چې په زیان مو کوم حدیث روایت کړي؛ نو په لوی لاس یې وژلي یو، نه په تېرو کې.

د نعمان زویه! په ظالم حکومت کې دې پر خپله لار درومه، له شکمنو او خطرناکو وګړیو سره سلام او ښه روغبړ خپل کړه؛ ځکه پر دغسې واکمنۍ نیوکه کول یو ډول ځانوژنه او ځان هلاکونه ده، خدای تعالی وایي: (( په خپلو لاسونو ځانونه مه هلاکوئ)) [بقره /۱۹۵]

د نعمان زویه! موږ یوه کورنۍ یو، چې تل شیطان له موږ او له دین ځنې پردي وګړي راکې راننباسي او چې دوی (زموږ د لارویانو او اصحابو په نامو) مشهور شول او خلکو وپېژندل؛ نو دستور ورکوي، چې دروغ راپورې وتړي او چې یو یې ولاړ شي؛ نو پرځای یې بل ګوماري.

د نعمان زویه! څوک چې د علمي پوښتتنې په ځواب کې (چې پرې نه پوهېږي) ووایي: نه پوهېږم؛ نو نیم علم یې ترلاسه کړی او مؤمن هغه دی چې څو په غونډه کې ناست وي؛ نو شونې ده کینه یې ورسره (او خپه) وي؛ خو چې پاڅېد کینه او خپګان یې له زړه وځي.

د نعمان زویه! یو عالم پر څه چې پوهیږي، ټول درته ویلای نشي، دا هغه رازونه دي چې خدای جبراییل ته ویلي، جبراییل، محمد صلی الله علیه وآله وسلم ته، محمد صلی الله علیه وآله وسلم علي کرم الله وجهه ته او علي کرم الله وجهه حسن (رض) او حسن (رض) حسین (رض) ته، حسین، علي (امام سجاد) ته او علي، محمد (پینځم امام) ته او محمد هغه ته چې درته وایي (یعنې امام صادق) ته ویلي؛ نو بیړه مه کوه. پر خدای قسم، درې ځل دا چار ( د عدالت واکمني او د آل محمد فرج او پراخي) رانژدې شوې وه؛ خو ستاسې د رابرسېرونې په پار وځنډېده، پر خدای قسم، پر هر راز مو غلیم ښه خبر دی.

د نعمان زویه! پام چې سرغړونه رانه و نه کړې، راز مې مه رابرسېروه، ((مغیره بن سعید)) [ یو دورغجن و، چې روایتونه یې جوړول او په امام باقر پورې یې تړل] مې پر پلار دروغ وتړل او د ده راز یې راوسپړه؛ نو خدای په سره اوسپنه وداغه. (بل دروغجن) ابوالخطاب پر ما روغ وتړل او زما راز یې رابرسېره کړ؛ نو خدای په سره اوسپنه وداغه. څوک چې زموږ رازونه ساتي، خدای یې په دنیا او آخرت کې ښکلی کوي او ساتي یې هم او د اوسپنې له داغولو او د زندان له تنګسې یې ساتي.

بني اسراییل دومره پر سوکړې اخته شول چې څاروي او اولادونه یې له منځه ولاړل، په دې وخت کې حضرت موسی علیه السلام دعا وکړه، موسی علیه السلام ته وویل شو، دې قوم ښکاره په زنا او ربا لاس پورې کړی، کنېسې ابادوي؛ خو زکات نه ورکوي (او د عذاب وړ دي) موسی وویل: خدایه ورباندې ولورېږه، وحې راغله، چې څلوېښت ورځې روسته باران پرې وروم او دوی ازمېیم (او دا یوه پټه ژمنه وه، چې نباید خبر شي، چې له ګناه لاس واخلي او د خدای درشل ته وژاړي؛ خو یو شمېر له دې رازه خبر شول) خبر یې خور کړ او د راز برسېرونې له لامله څلويښت کاله له بارانه بې برخې شول، ستاسې چار (او له ظالمو واکمنو ژغورنه مو) رانژدې شوې وه؛ خو په غونډو کې مو رابرسېره کړه ( او ځنډ شوه).

اباجعفره! له خلکو سره مو څه؟ (چې مصلحتونه په پام کې نه نیسئ او خپلې لارې ته یې رابولئ او ځان ورمعرفي کوئ) لاس ترې واخلئ، څوک دې چار ته مو رابولئ (چې بې ځایه به راښکېل او ښونځی به له خطر سره مخ شي)، پر خدای قسم، که اسمانوال او ځمکوال د یوه بنده د بېلارې کولو لپاره یو لاس شي او خدای غواړي چې هدایت یې کړي؛ نو نشي کړای. له خلکو لاس واخلئ (ان له خپلوانو) څوک دې نه وایي: رور مې دی، تره مې دی، ګاونډ مې دی، که خدای کوم بنده ته څه خیر غواړي، روح یې پاکوي، چې هره غوره خبره ښه درک کولای شي او ناسمه خبره نه مني او خدای یې زړه ته داسې خبره ورغورځوي چې چار یې ورسم شي.

د نعمان زویه! که غواړې چې رور دې نږه دوستي درسره وکړي؛ نو ټوکې ورسره مه کوه، لانجه ورسره مه کوه، ویاړنه پرې مه کوه، کینه ورسره مه کوه، او یوازې هغه رازونه ورسره شریک کړه، که دښمن هم ترې خبر شي زیان در ونه رسوي؛ ځکه شونې ده چې دوست هم یوه ورځ دښمن شي.

د نعمان زویه! بنده ته هله مؤمن ویلای شو، چې دا درې سنتونه پکې وموندل شي؛ یو د خدای، بل د پېغمبر او درېییم د امام.

د خدای سنت؛ د راز ساتل دي، چې د ځان په باب وایی: (( (هغه) پر غیبو پوهیږي او هېڅوک د خپلو غیبو (پر رازونو) نه پوهوي)) [جن /۲۶]

د پېغمبر سنت: له خلکو سره ګوزاره او ښه چلن کول.

 د امام سنت: په سختیو کې زغم، څو خدای پراخي راولي.

د نعمان زویه! بلاغت دې ته نه وایي چې تېزې تېزې خبرې وکړې او یا چټی وګړېږي؛ بلکې په پام کې د نیولې مانا رسول او سم دلیل او برهان وړاندې کول دي (چې ویاند څه په زړه کې لري و یې ویلای شي او خپل دلایل ومومي)

د نعمان زویه! هغه چې د اولیاء الله و له کنځونیکو سره کېني؛ نو د خدای له حکمه یې سرغړو نه کړې ده. څوک چې زموږ په پار غوسه شي او غچ اخستای نشي او خپله غوسه زغمي؛ نو د جنت په لوړو درجو کې به راسره وي، څوک چې زموږ د رازونو په راسپړلو ورځ پیلوي خدای به یې په سره اوسپنه وداغي او د زندان تنګسه به یې ورپربرخه کړي.

د نعمان زویه! علم د درېیو څيزونو لپاره مه زده کوه: ځانښوونه، ویاړنه، او له دې او هاغې سره د ویینې لپاره. او درېیو څيزونو لپاره لاس ترې مه اخله: ناپوهۍ ته غاړه ایښوول، پوهې ته ناڅوبتیا، او له خلکو خجالت. هغه علم چې خور نشي؛ نو یوه ډيوه ده، چې سرپوښ ورباندې ایښوول شوی وي، چې رڼا یې خوره نشي.

د نعمان زویه! چې خدای د کوم بنده خیر وغواړي؛ نو په زړه کې یې یو سپین ټکی رادبره کوي چې زړه د حق په لټه کې (او حق ته ورمات) شي؛ بیا به ستاسې ((ښوونځي)) ته، خپلې ځالې ته، تر مارغه خورا چټک ورځغلي.

د نعمان زویه! په رښتیا، خدای زموږ د اهل بیتو مینه، له اسمانه، تر عرش لاندې زېرمو – د سرو سپینو کانونو په څېر – راکوزه کړې ده او په ټاکلې اندازه یې راکوزوي او یوازې غوره خلکو ته یې ورکوي. دا زېرمې د باراني ورېځو په څېر دي چې د خدای کوم بنده خوښ شي په دې یې ممتاز او ځانګړی کوي، امر ورته کوي چې د وریځې په څېر ورباندې وورېږه [ان] ماشوم د مور په ګېده کې ښېرازوي.

یو شمېر لارویانو او یارانو ته د امام صادق (رح) لیک

اما بعد؛ له خپل پالونکي مو ((عافیت)) وغواړئ، نرمخویه او باوقاره وسئ، خپله ارامي او حیا له لاسه مه ورکوئ، نېکان مو چې ځان له څه ساتي، تاسې هم ځانونه ترې وساتئ. له باطل پالو سره په ادب چلېږئ او بې ادبي یې وزغمئ او لانجه ورسره مه کوئ. که اړ شوئ چې ناسته پاسته او ویینه ورسره وکړئ؛ نو د ((تقیه)) د آر له مخې ورسره وچلېږئ چې خدای یې حکم درته کړی؛ نو که [تقیه مو و نه کړه] او راګېر مو کړي؛ نو ځوروي مو او له څېرو مو خپګان معلوموي، که الهي ملاتړ نه وای؛ نو برید یې درباندې کاوه. په زړه کې چې کومه کینه درسره لري، تر هغه خورا ډېره ده چې په خوله یې څرګندوي، ستاسې او د هغوی مجلسونه سره یو دي.

په رښتیا، که خدای کوم بنده د پیدایښت په آر کې مؤمن پیدا کړی وي، تر هغه نه مري، چې خدای داسې چار وکړي چې له شره یې بد راشي او ځان ترې بچ کړي او له چا سره چې خدای دغسې وکړل، له کبر او ستریا یې ساتي، چې نرمخویه، خوش اخلاقه او پراخ ټنډی شي او د اسلام وقار، ارامي او عاجزي پکې رادبره شي، د خدای له حرامو ډډه وکړي او له غضبه یې ځان وساتي، او خدای یې له خلکو سره دوستي، ښه چلن، اړیکي نیول او دښمنیو ته شا کول ورپربرخه کوي، داسې چې چورلټ ځان له ناوړو اخلاقو ساتي.

په رښتیا، که خدای کوم بنده د پیدایښت په آر کې کافر پنځولی وي، تر هغه نه مري چې خدای داسې یو کار وکړي چې شر یې ښه راشي او شر ته ورنژدې شي بیا په کبر او ستریا اخته کېږي، سخت زړی، بداخلاقه، تریو ټنډې، بد ژبې او بې حیا کېږي، خدای یې پرده څیروي، پر حرامو لګیا کېږی او بیخي له حرامو لاس نه اخلي، ګناهګارېږي، عبادت او عابدین یې ښه نه ایسي؛ نو څومره د مؤمن او کافر حال یو تر بله لری دی؟ له خدایه عافیت وغواړئ، لا حول ولا قوة الا بالله.

ډېره دعا وکړئ؛ ځکه د خدای دعا کوونکي بندګان ښه ایسي او له خپلو مؤمنو بندګانو سره یې ژمنه کړې چې دعا به یې قبلوي، په قیامت کې یې د دوی دعا یو عمل ګڼلی چې خپل نعمتونه ورزیاتوي. چې څومره مو له وسې کېږي د شواروز په هر ساعت کې خدای ډېر یاد کړئ، چې د خدای امر دی، چې ډېر یې یاد کړي او مؤمن چې خدای یاد کړي؛ نو خدای یې هم نه هېروي او هر مؤمن چې خدای یاد کړي؛ نو خدای یې هم په خیر یادوي.

خدای په قرآن کې مؤمنانو ته امر کړی، چې پر ټولو لمونځونو په تېره ((منځني)) لمونځ [ چې د یوه تفسیر له مخې د ماسپښین لمونځ دي] پابند وسئ، د خدای عبادت ته راپاڅۍ، د مسلمانانو له بېوزلیو سره دوستي وکړئ، چې څوک یې سپک او کبر ورباندې وکړي، د خدای له دین څخه وتلی دی او خدای یې خواروي او ورباندې غوسه کېږي، پلار مې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: ((پالونکي مې امر راته کړی چې بېوزلي به دې ښه ایسي)). پوه شئ څوک چې مسلمان سپک کړي؛ نو خدای یې داسې سپکوي چې د خلکو ښه کرکه ترې کېږي؛ نو د خپلو مسلمانانو بېوزلیو روڼو په اړه له خدایه وډار شئ؛ ځکه حق درباندې لري چې مینه ورسره وکړئ او خدای هم خپل استازي ته امر کړی چې دوستي او مینه ورسره وکړه؛ نو څوک چې د خدای له دې امره سرغړونه کوي؛ نو په یقین چې له خدای او استازي یې سرغړو نه کړې ده او څوک چې پردې حال ومري؛ نوګناهګار مړ شوی دی. له کبر او ستریا ډډه وکړئ، چې عظمت د خدای جامه ده او څوک چې له خدای سره د جامې پر سره یې شخړه وکړي، خدای یې ځپي او د قیامت پر ورځ یې خواروي.

هسې نه د یو بل پر حق تېری وکړئ، چې دا د صالحانو خوی او عادت نه دی؛ ځکه څوک چې د نورو پر حقوقو تېری وکړي؛ نو خدای یې تېری ورترغاړې کوي او له مظلوم سره د ظالم پر ضد یې ملاتړ کوي او د چاچې خدای ملاتړ وي؛ نو بریالی او له الهي بریا برخمنېږي.

هسې نه یو له بل سره کینه وکړئ؛ ځکه کینه د کفر جرړه ده. هسې نه پر مسلمان باندې پر ظلم کولو د چا ملاتړ وکړئ، که دا مظلوم ښېرا درته وکړي؛ نو خدای یې قبلوي، لکه چې پلار مې پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: (( بېشکه د مظلوم مسلمان ښېرا قبلېږي)).

هسې نه نفس مو د خدای حرامو ته حریض او ورمات شي؛ ځکه څوک چې په دې دنیا کې د الهي حرامو پولي ماتې کړي؛ نو خدای د ده او جنت، نعمت، خوند، تلپاتې او بې پایه عزت ترمنځ بېلتون راولي.

د امام صادق(رح) ویناوې چې ځینو لارویانو یې

((شیندلې مرغلرې))

نومولې دي

۱ ـ په ځېرنه حسابي د بېلتون لامل دی. ګوتنیونه د دښمنۍ لامل دی. کم صبري رسوايي ده. د راز رابرسېرول راپرځېدل دي، پستي ناخبري ده.

۲ ـ درې څيزونه دي، چاچې منګولې پرې ولګولې؛ نو دنیوي او اخروي هیلې به تر لاسه کړې: خدای ته پناه وړل، د خدای پر قضا خوشحالېدل او پر ا لله ښه ګومان کول.

۳ ـ درې څيزونه دي، چاچې لنډون پکې وکړ، بې برخې کېږي: له بخششونکي سړي غوښتنه، د عالم ملګرتوب او د واکمن پام را اړول.

۴ ـ درې څيزونه مینه راولاړوي: دین، تواضع او ورکړه.

۵ ـ څوک چې له درېیو څيزونو سوتره وي؛ نو درې څيزه به تر لاسه کړي: څوک چې له شره پاک وي؛ نو عزت به تر لاسه کړي، چې له کبره پاک وي؛ نو درناوی یې کېږي او څوک چې له بخله پاک وي، شرف مومي.

۶ ـ درې څيزونه دښمني راولاړوي: دوه مخي، ظلم او ځانمني.

۷ ـ څوک چې له دې درېیو څيزونو، یو یې و نه لري؛ نجیب نه ګڼل کېږي: هغه عقل چې په سیوري کې یې ښکلی شي، هغه شتمني چې په سیوري کې یې مړه خوا شي او قوم او ټبر چې ملاتړ یې وي.

۸ ـ سړی درې څيزونه بې اعتباره کوي: کینه، چغلي او بې عقلي.

۹ ـ درې تنه په درېیو ځایونو کې پېژندای شو: زغمناک د غوسې پرمهال، مېړنی په جګړه کې او رور د اړتیا پر وخت.

۱۰ ـ څوک چې درې ځانګړنې ولري؛ نو منافق دی که څه لمونځ کوي او روژه نیسي؛ په خبرو کې دروغ ویل، ژمنه خلافي کول او امانت خیانتول.

۱۱ ـ له درېیو تنو ډډه وکړئ؛ خاین، ظالم او چغلګر؛ ځکه خاین که (نن) ستا پر ګټه خیانت کوي؛ نو (سبا) به له همدا تا سره خیانت وکړي. که ظالم دې پر ګټه ظلم کوي، نو ( یوه ورځ) به دې پر زیان ظلم وکړي او چغلګر چې د نورو خبره دروړي؛ نو ستا خبره هم نورو ته وړي.

۱۲ ـ امانتوال هله امین ګڼلای شو، چې په درېیو امانتونو کې خیانت و نه کړي؛ په مال، راز او ناموس کې، ان که دوه وساتي او یو پرېږدي؛ نو امین به نه وي.

۱۳ ـ له احمق سره سلامشوره مه کوه، له دروغجنه مرسته مه غواړئ، د واکمنو پر دوستۍ ډاډ مه کوه؛ ځکه دروغجن لرې درنژدې او نژدې درنه لرې کوي، (شونې ده چې) احمق ځان درته په تکلیف کړي؛ خو مطلب به دې ترلاسه نه کړي، واکمن دې هم هله پرېږدي، چې پوره ورباندې ډاډه یې او سره له دې چې ښې اړیکې ورسره لرې اړیکه درسره شلوي.

۱۴ ـ څلور څيزونه له څلورو څيزونو ځنې نه مړېږي: ځمکه له بارانه، سترګې له کتو، ښځه له نارینه او عالم له پوهې.

۱۵ ـ څلور څيزونه د ژر زړښت لاملېږي: په لمر د وچه کړای شوې غوښې خوړل، پر نمناک ځای کېناستل، پر پوړیو پورته کېدل او له زړې ښځې سره کوروالی.

۱۶ ـ ښځې درې ډوله دي: سوچه ګټه، ګټه او زیان او سوچه زیان. سوچه ګټه، پېغله ده، ګټه او زیان (بې اولاده) کونډه ده او سوچه زیان اولاد والا کونډه ده.

۱۷ ـ څوک چې درې ځانکړنې ولري؛ نو ښاغلی دی: د غوسې زغمل، له بدچاري تېرېدنه او په مال او ځان د خپلوۍ پالل.

۱۸ ـ درې څيزونه، له درېیو څيزونو چاره نه لري: ګړندي او چابک آسونه خپل تعادل او انډول له لاسه ورکوي، تېرې تورې پسېږي او حکیم سړی ښوییږي.

۱۹ ـ “بلاغت” په درېیو څيزونو کې نغښتی دی: تر پام لاندې مانا ته ورنژدېدل، له اضافي خبرو ډډه کول (لنډیز) او په لږو کلمو د ډېر مطلب پوهول.

۲۰ ـ ژغورنه په درېیو څيزونو کې ده: ژبه دې کابو کړې، کور دې (د اړتیا هومره) پراخ کړي او له ګناه دې پښیمانه شي.

۲۱ ـ ناپوهي په درېیو څيزونو کې ده: د دوستانو بدلول (له دوستانو سره) بې دلیله پرېکول او په بې ګټې چارو کې پلټنه.

۲۲ ـ څوک چې درې حالات لري پر زیان یې دي: ټګې، ژمنماتي او تېری. لکه چې خدای په قرآن کې ویلي: ((یوازې چلیان د خپلو بدو چلونو په لومو کې نښلي)) [فاطر/۴۳]

((نو ووینه چې د دسیسې پاې يې څه شوه؟ موږ دوی او ټول قوم يې هلاک کړل!)) [نمل /۵۱]

((خلکو! د دنیا د ګټې لپاره تېری مو، پر خپل زیان دی)) [یونس/۲۳]

۲۳ ـ درې څيزونه دي چې د انسان د لوړو مرتبو د پلټنې مخه نیسي: کم همتي، کم تدبیري او د نظر کمزوري.

۲۴ ـ لر اندنه په درېیو څيزونو کې ده: [عادل] واکمن ته چوپړتیا، د پلار منل او تر لاس لاندې سره عاجزې کول.

۲۵ ـ صمیمیت، مینه او ارامي په درېیو تنو کې ده: په هم اندې مېرمنې، نېک اولاد او پاک ملګري کې.

۲۶ ـ د چاچې درې ځانګړنې پر برخه شي، نو غټه شتمني به یې ترلاسه کړې وي: په ورکړل شویو څيزونو قناعت درلودل، له خلکو د تمې پرېکول او د زوایدو پرېښوول (کومې وزلې چې اړتیا ورته نلرې)

۲۷ ـ هغه (حقیقي) بخشوونکی دی چې دا درې ځانګړنې ولري: په سوکالۍ او تنګلاسۍ کې په سخا خپله شتمني بخشش کړي، خپله شتمني واقعي اړین ته ورکړي او کومه مننه چې ترلاسه کوي تر ورکړې شتمنۍ یې ډېره وبولي.

۲۸ ـ درې څيزونه دي، چې سړی پکې (څه چاره او ) کوم عذر نه لري: له ناصح سره سلامشوره، له کینه کښ سره ګوزاره او له خلکو سره مینه کول.

۲۹ ـ حقیقي عاقل درې ځانګړنې لري: په خوشحالۍ او خپګان کې د خلکو حقوق په پام کې نیول، څه چې ځان ته غوره بولي، نورو ته یې هم وبولي او د ښوییدنې پر وخت د زغم خپلول.

۳۰ ـ د نعمتونو غځېدا یوازې په درېیو څيزونو کې ده: په نعمتونو کې د خدای تعالی د وړ مقام پېژندل، پر نعمتونو شکر ایستل او د نعمتونو ترلاسه کولو لپاره زیار ګالل (او لاره چاره ورته سنجول).

۳۱ ـ درې څيزونه دي، چې څوک یې پر یوه اخته شي؛ نو مرګ دې وغواړي: پرله پسې تنګلاسي، رسواګره مېرمن او لاسبری غلیم.

۳۲ ـ څوک چې درېیو څيزونو ته څوبتیا و نه لري؛ نو پر درېیو څيزونو اخته کېږي: څوک چې سوله نه غواړي، بې ملاتړه او یوازې پاتېږي، څوک چې ښه چار ته څوبتیا و نه لري پښېمانېږي او څوک چې د دوستانو د ډېرولو په تکل کې نه وي؛ نو زیان ویني.

۳۳ ـ باید ټول له درېیو څيزونو ډډه وکړي: له بدانو سره ملګرتوب، له ښځو سره خبرې اترې او له نوښتګرو (بدعتیانو) سره ناسته پاسته.

۳۴ ـ د سړي د ستریا نښې درې دي: خوشخویي، د غوسې زغمل او سترګې لاندې نیول.

۳۵ ـ څوک چې پر درېیو څيزونو ډاډ وکړي؛ نو غولېدلی دې: پرنه کېدونکیو خبرو باور کول، پر ناډاډمنو وګړیو ډاډمنېدل او څه چې تر لاسه کېدوني نه دي، تمه ورته درلودل.

۳۶ ـ درې څيزونه دین او دنیا له منځه وړي: بدګوماني، هرې خبرې ته غوږ نیول او خپلې مېرمنې ته د خپل واک ورکول.

۳۷ ـ غوره واکمن درې ځانګړنې لري: لورنه، سخاوت او عدالت.

۳۸ ـ نه ښايی چې واکمن په درېیو څيزونو کې لنډون وکړي: له پولو څارنه، شکایتونو ته ځان رسونه او د صالحو کارمندانو ټاکنه.

۳۹ ـ (عادل) واکمن پر خپلو کارمندانو او ولس درې حقه لري: اطاعت، مخامخ او پسې شا یې خیر غوښتل، بریا او د چارو ښه توب ته یې دعا کول.

۴۰ ـ واکمن د خپلو یارانو او ولس پر وړاندې درې دندې لري: نېکچارو ته بدله ورکړي، چې وهڅېږي، د بدچاریو پر تېروتنو برغولی کېدي چې توبه وکاږي او له بدچارو لاس واخلي او په احسان او انصاف د ټولو زړونه رامات کړي.

۴۱ ـ درې ډلې دي، که هر واکمن یې سرسري وګڼي؛ نو چار یې له ستونزو سره مخېږي:

۱ – ورکنامي او کم فضیلته وګړي چې له عام دود او جماعته سرغړونه کوي (او پر خپل سر روان وي).

۲ – هغه نوښتګر او بدعتیان چې پر نېکیو د امر او د بدو د مخنیوي تر نامې لاندې خپل نوښتونه خپروي.

۳ – د هغه ښار خلک چې داسې څوک خپل ريیس وټاکي چې پر دوی د قانون عملي کولو مخه ونیسي.

۴۲ ـ عقلمن هېڅوک سپک نه ګڼي، په تېره درې ډلې: پوهان، چارواکي او (دیني) روڼه. که پوهان سپک وبولي؛ نو خپل دین یې لاسه ورکړې او چې خپل (دیني) رور سپک وبولي او درناوی یې و نه کړي؛ نو خپله مړانه یې ټکنۍ کړې ده.

۴۳ ـ د واکمن درباریان مې درې ډلې وموندې:

۱ – خیرخواه، چې دا ډله ځان، چارواکي او ولس ته برکتي ده.

۲ – د بلې ډلې نهایي موخه د خپل مقام او چوکۍ ساتنه ده او بس، دا ډله نه د ستاینې او نه د غندنې وړ ده (البته له دې اړخ چې د نورو د ځورونې په اند کې نه ده)؛ بلکې غندنې ته ورنژدې ده.

۳ – دا ډله شرغواړي او یوه نامبارکه او سپېره ډله ده چې د ځان او واکمن د بدمرغۍ لامل ده.

۴۴ – ټول خلک درېیو څيزونو ته اړمن دي: امنیت، عدالت او سوکالي.

۴۵ ـ درې څيزونه ژوند سختوي: ظالم واکمن، ناوړه ګاونډی او بې ادبه مېرمن.

۴۶ ـ هستوګنې ته درې څيزونه ښه دي: پاکه هوا، پرېمانه خوندورې اوبه او حاصلخیزه ځمکه.

۴۷ ـ درې څيزونه پښېماني راولي: پر ځان نازېدنه، ویاړنه، او د عزت او قدرت تر لاسه کولو لپاره شخړه کول.

۴۸ ـ په بنیادم کې درې څيزونه اغږل شوي دي: کینه، حرص او شهوت.

۴۹ ـ څوک چې له درېیو ځانګړنو ځنې یوه یې ولري؛ نو دوه نورې ځانګړنې یې په ستریا، هیبت او جمال کې ورتنظمېږي: پرهېزګاري، ورکړه او مړانه.

۵۰ ـ څوک چې له درېیو ځانګړو برخمن وي؛ نو پوره انسان دی: عقل، ښکلا (جمال) او فصاحت.

۵۱ ـ درې تنه د خپل کار تر پایه په سلامتۍ کې دي: (یا پر درېیو تنو مجرمانو د خپل کار تر پایه حکم نه عملي کېږي): ښځه چې له دوه ځانۍ خلاصه شي، پاچاچې عمر یې پای ته ورسي او غایب تر هغه وخته چې راستون شي.

۵۲ ـ درې څيزونه د ناکامۍ لامل دي: په غوښتنه (او سوال) کې ټینګار، غیبت کول او ملنډې وهل.

۵۳ ـ درې څيزونه ناوړه پایلې لري: ۱ – تر فرصت وړاندې د جنګیالي برید، که څه په بریا تر سره شي. ۲ – بې رنځورۍ د درملو خوړل، که څه نامطلوب عوارض و نه لري. ۳ – له واکمنه غوښتنه که څه هم اړتیا دې درپوره کړي.

۵۴ ـ هر څوک ځان په درېیو څيزونو کې پر حق بولي: پر کوم دین چې ګروهن وي، ځاني غوښتنې چې ورباندې لاسبرې وي او کوم تدبیر چې د خپلو چارو لپاره سنجوي.

۵۵ ـ ګرد خلک درې ډلې دي: هغه ښاغلي چې حکم یې منل کېږي، یو له بل سره برابر همپېري او هغه خلک چې یو له بل سره دښمنی کوي.

۵۶ ـ دنیا په درېیو څيزونو پایښته ده: اور، مالګه، اوبه.

۵۷ ـ څوک چې په ناحقه درې څيزونه غواړي؛ نو په حقه له درېیو څيزونو بې برخې کېږي: څوک چې دنیا په ناحقه وغواړي، په حقه له آخرته بې برخې کېږي، څوک چې په ناحقه ریاست وغواړي، په حق له اطاعته بې برخې کېږي او څوک چې په ناحقه مال وغواړي نو په حقه یې له پایښته بې برخې کېږي.

۵۸ ـ لراندي ته نه ښایي چې په درېیو څيزونو لاس پورې کړي: د ازمېښت لپاره د زهرو خوړل که څه له وژونکیو عوارضو یې بچ شي، خپل کینه کښ خپلوان ته د راز ویل که څه له نامطلبو پایلو یې بچ شي او سمندریز سفر، که څه شتمن یې کړي.

۵۹ ـ هره ټولنه درېیو تنو ته اړتیا لري، چې په دنیوي او اخروي چارو کې پناه وروړي او که دا درې و نه لري؛ نو د لارې د بادي ماشو په څېر به د ډډې لګولو ځای نه لري: پرهېزګار اندیال فقیه، صالح واکمن چې حکم یې چلېږي او ډاډمن ځیرک طبیب.

۶۰ ـ دوست په درېیو څيزونو ازمېیلای شو، که ټولې پکې وې نو نږه او بې دوکې دوست دې، که نه د سوکالۍ د پېر ملګری دی، نه د لاستنګۍ: [ دا درې محکه دادی: ] یا مال ترې وغواړې یا مال امانت وروسپارې یا یې په ناخوښمنې پېښه کې راګډ کړې.

۶۱ ـ که خلک له درېیو څيزونو خوندي وي؛ نو هر اړخېزه سلامتي او روغتیا به ولري: بده ژبه، بد لاس او بدې کړنې (هغه ټولنه چې د ژبې، لاس او یو د بل له کړنو بې غمه وي؛ نو پوره سوکاله ده او اسلام غواړي چې همدغسې یوه ټولنه رادبره کړي).

۶۲ ـ که په چوپړیال (او مریي) کې دا درې ځانګړنې نه وي؛ نو خاوند ته یې ساتنه سردرد دی: هغه دین چې لار ورښیي، یا ادب چې یې وروزي او هغه ډار چې (له ناوړه چارو) يې منع کړي.

۶۳ ـ په واقع کې نارینه د خپل کور او کورنۍ د تنظیمولو لپاره درېیو خویونو ته اړ دی، که په مزاج او طبیعت کې یې هم نه وي؛ نو هر څنګه چې کېږي باید په ځان کې یې راپیدا کړي: ښه معاشرت او ناسته پاسته، په اندازه د لاس پراخي او د ناموس غیرت چې خپله کورنۍ وساتي.

۶۴ ـ هر صنعتګر د خپلو پېرونکیو د جذب لپاره درېیو ځانګړنو ته اړ دی: په کار کې مهارت او استادي، امانت او چاچې کار وسپارلی له ځانه یې خوشحاله کړي.

۶۵ ـ درې څيزونه دي، څوک چې په یوه یې اخته شي، خپل عقل بایلي: د نعمت له لاسه ورکول، فاسده مېرمن او د دوست (له لاسه وتو) داغ.

۶۶ ـ شجاعت او مړانه له درېیو غرېزو سره اغږل شوې، چې هر یوه ځانګړې ځانګړنه لري ( چې په نورو کې نشته): سرښندنه (فداکاری)، ذلت نه منل او نامه ګټل، که یو مړنې دا درې واړه ځانګړنې ولري؛ نو دا هماغه اتل دی چې څوک سیالي ورسره کړای نشي او په خپل پېر کې به په زړور مشهور وي او که په دې ځانګړنه کې یې یوه ډېره وه؛ نو مړانه به یې په همدې ځانګړنه کې مخ پر ډېرېدو وي او په دې اړخ کې به یې کړنی هم پیاوړې وي.

۶۷ ـ مورو پلار پر اولاد درې حقه لري: په ګردو حالاتو کې مننه ترې کول، په امرو نهې کې ترې اطاعت، البته په ګناه کې نه، په پټه او ښکاره یې خیر غوښتل. اولاد هم پر پلار درې حقه لري: ورته د ښه مور ټاکنه (چې ښه اولاد وزېږوي)، ښه نامه ورباندې کېدي او په روزنه کې یې ښه هڅه وکړي.

۶۸ ـ روڼه باید درې دندې په پام کې ونیسي (چې روري پایښته شې) که نه یو له بله بېلېږي او سره دښمنېږي: انصاف، مهرباني او د کینې پرېښوول.

۶۹ ـ که ټول خپلوان درې څيزونه په پام کې ونه نیسی؛ نو ژوند یې اومړی کېږي او دښمن یې ټپسوری کوي: یو له بل سره دې کینه نه کوي، چې ترمنځ یې درز رادبره نشي او د چارو جرړه یې پرې نشي. یو له بل سره دې اړیکه (او تګ راتګ) ولري چې مینه پرځای پاتې شي [مینه په تلو راتلو زیاتېږي] او یو له بل سره همکاري وکړي چې ټول له عزت ( او قدرته) برخمن وي.

۷۰ ـ مېړه دې له مېرمن سره په اړیکو کې درې څيزونه په پام کې ونیسي:

۱ – له مېرمنې سره سازګاري او جوړجاړې چې مینه یې راجلب کړي.

۲ – خوش اخلاقي.

۳ – ځان دې ورته ښکلوي او سوکاله ژوند دې ورته چمتو کړي.

مېرمن هم باید په ژوند کې له خپل سازګار خاوند سره درې څيزونه په پام کې ونیسي:

۱ – ځان دې له هر ډول چټلۍ ساتي، چې په هر ډول شرایطو – ښو او ناښو – کې مېړه پرې ډاډمن وي (؛ یعنې ځان دې داسې نه ښيي چې د مېړه کرکه ترې وشي ان په میاشتنۍ عادت کې).

۲ – مېړه پالې دې وي، که څه ښوییدنه ترې وشي په مهربانۍ ورسره وچلېږي.

۳ – په ناز دې ورسره چلېږي او ځان دې ورته ښکلوي.

۷۱ ـ احسان یوازې په درېیو څيزونو پوره کېږي: پکې بیړه کول، ډېر یې لږ ګڼل او منت نه ایښوول.

۷۲ ـ خوښي په درېیو څيزونو کې ده: وفا، د حقوقو رعایت او په سختیو کې لاسنیوي.

۷۳ ـ درې څيزونه د سمې اندنې نښې دي: ښه چلېدل، ښه غوږ نیول او ښه ځواب ورکول.

۷۴ ـ خلک درې ډوله دي: عاقل، احمق او ګناهګار. عاقل که وپوښتل شي ځواب درکوي، که خبرې پیل کړي؛ نو سمې خبرې کوي، که واوري، ښه یې یادوي. احمق په بیړه خبرې کوي په خبرو کې ځان بایلي، که ناوړه کار ته اړ کړای شي ترسره کوي یې. که ګناهګار ته امانت ورکړې خیانت کوي او که کومه خبره ورسره شریکه کړې؛ نو د ننګ لامل دې ګرځي.

۷۵ ـ روڼه درې ډوله دي: یو د خوړو په څېر دی، چې تل ورته اړتیا ده، چې دا عقلمن دی، بل د درد په څېر دی (چې کله ناکله له ناچاری ورسره لاس و ګریوانېږي) او دا احمق دی او درېیم درمل ( او د درد علاج) دی او دا اندیال دی.

۷۶ ـ درې څيزونه د عقل کچه ده: استازی د استوونکي د عقل نښه ده: ډالۍ د ډالۍ ورکوونکي ارزښت ښیي او لیکنه د لیکوال د ارزښت ښودونکې ده.

۷۷ ـ پوهه درې ډوله ده:

۱ – د محکمو آیتونو پوهېدنه ( د قرآن تفسیر).

۲ – د عادلانه فرایضو پېژندنه (فقه)

۳ – (د پېغمبر له) جاري سنتونو ځنې باخبري (د پېغمبر اکرم سیرت). [یادونه: ځینو په توحید، اخلاق او فقه او ځینو په نورو ډولونو هم تفسیر کړې ده]

۷۸ ـ خلک درې ډوله دي: ناپوهه چې د علم له زده کړې ډډه کوي، هغه عالم چې [ پر خپل علم د عمل نه کولو له وجهې] سپک شوی او عقلمن چې د خپلې دنیا او آخرت لپاره هڅه کوي.

۷۹ ـ څوک چې درې ځانګړنې ولري غربت (او یوازېتوب) به ونه ننګېري: ښه روزنه، بې آزاري او له بد وینۍ ډډه کول.

۸۰ ـ ورځې درې ډوله دي: پرون چې ولاړه او نه راځي، نن چې باید غنیمت یې وبولو او سبا چې ورته هیلمن یو.

۸۱ ـ څوک چې درې خویونه و نه لري، ایمان یې ورګټور نه دی: هغه زغم چې د ناپوهانو ناپوهي ترې وګرځوي، هغه پرهېزګاري چې له حرامو یې وساتي او هغه اخلاق چې له خلکو سره ګوزاره او جوړجاړې پرې وکړاي شي.

۸۲ ـ څوک چې درې ځانګړنې ولري ایمان یې پوره دی: د غوسې پرمهال حق لتاړ نه کړي، د خوشحالۍ پرمهال باطلو ته مخه نه کړي او د قدرت پر وخت عفوه وکړي.

۸۳ ـ دنیاوال درېیو څيزونو ته اړ دی: هغه ارامي چې د سستۍ تر بریده دې ونه رسوي، په ژوند کې پراختیا چې قناعت درنه هېر نه کړي او مړانه چې لټۍ ته دې رانه کاږي.

۸۴ ـ عقل دې بیخي درې څيزونه نه هېروي: د دنیا ناپایښتي، د حالاتو ادلون بدلون او افتونه چې هېڅوک خوندي ترې نه دي.

۸۵ ـ درې څيزونه په پوره ډول په یوه تن کې نه راټولېږي: ایمان، عقل او ( په پوهنېزو چارو کې) هڅه.

۸۶ ـ روڼه درې ډوله دي: ځاني او مالي (یعنې په ځان او مال درسره لاسنیوي کوي) او دا دواړه رښتوني دي او درېیم دا دی چې خپلې اړتیا درنه غواړي او ملګری د خپل خوند لپاره غواړي؛ نو پردې ډول ډاډمن مه وسه.

۸۷ ـ په یوه بنده کې هله د ایمان حقیقت کمال ته ور رسي چې دا درې ځانکړنې ولري: په دین کې ژوره پوهېدنه (د اسلامي احکامو پېژندنه)، په ژوند کې ښه کړلارې جوړول او پر مصیبتونو صبر. لا حول و لا قوة الا بالله العلی العظیم.

له اهل بیتو سره د مینې، توحید، ایمان، اسلام، کفر او فسق په باب

د امام صادق (رح) وینا

یو سړی امام صادق (رح) ته ورغی، امام ترې وپوښتل: څوک یې؟ و یې ویل: ستا له دوستانو او لارویانو. و یې ویل: د خدای هغه بنده ښه ایسي چې د الله “ولایت” ومني (له الله سره مینه ولري او اطاعت یې وکړي) او چې ولایت یې ومانه؛ نو جنتي کېږي. بیا یې وویل: له کومو دوستانو مې یې؟ سړی چوپ شو. “سدیر” وویل: دوستان مو څو ډوله دي: و یې ویل: درې ډلې دي:

 د یوې ډلې په ظاهر کې ښه ایسو؛ خو په باطن کې یې نه، د بلې ډلې په باطن کې ښه ایسو؛ خو په ظاهر کې نه (خپله دوستي نه ښکاره کوي) او د بلې ډلې په ظاهر او باطن کې ښه ایسو، دا ډېره غوره ډله ده او خوندورې خوږې اوبه یې څښلي، د قرآن پر تاویلونو پوه شوي، حق له باطله بېلولای شي او د اسبابو سبب یې پېژندلی، دوی خورا غوره ډله ده، بېوزلي، اړتیا او ډول ډول کړاوونه تر ځغلنده آس څخه ژر ور رسي، سختۍ او لاستنګۍ ترې راتاوې دي، پرېشانه او خپه شوي دي، (دښمنانو) یو شمېر ټپي او یو شمېر وژلي دي، په لریو ښارونو کې پراته دي او خواره واره دي (څوک چې حق وایي او په حق پابند وسي، تردې غوره پایله نه لري؛ خو) خدای یې په برکت رنځوران رغوي، بېوزلي شتمنوي، تاسې بریمنوي، اورښت درباندې وروي او روزي مو درکوي، دوی ډېر لږ دي؛ خو خدای ته لوړمقامي دي.

دویمه ډله خورا ټیټ خلک دي، چې په خوله یې ښه ایسو؛ خو د باچایانو په دود (اشرافي) ژوند کوي (ګټه پالي، دنیا پال او مغرور دي او د همدې ځانګړنو له مخې خولې یې له موږ سره او تورې یې راباندې دي) یو شمېر په خوله خوشحالوي او یو شمېر په لاس.

 درېیمه ډله، منځنی ده، په پټه یې ښه ایسو؛ خو د (ځان ساتۍ یا محافظه کارۍ) له لامله خپله مینه پټوي، پر ځان مې قسم، که د دوی په رښتیا، په باطن کې ښه ایسو (نو نښه یې داده چې) روژه تیان او شپه ویښي به وي، په څېرو کې به یې د عبادت نښې او دنیا ته شا کونه ووینې؛ دوی غاړه ایښوونکي او اطاعت کوونکي دي.

سړي وویل: په پټه او ښکاره مې ښه ایسې. و یې ویل: دا ډول خلک ځینې نښې لري چې پرې پېژندلېږي. و یې ویل: کومې دي؟ و یې ویل څو ځانګړنې، ړومبی داچې “توحید” یې ښه پېژندلی او د توحید علم یې پوره ترلاسه کړی وي او تردې روسته یې د خدای پر ذات او صفاتو ایمان راوړی وي، بیا د ایمان پر حدودو، حقایقو، شرایطو او تاویل ښه پوه شوی وي. “سدیر” وویل: یا ابن رسول الله، تردې وړاندې مې د ایمان په اړه دغسې څرګندونې درنه اورېدلې نه وې!؟ امام وویل: هو، سدیره! پوښتونکی حق نه لري وپوښتي: ایمان څه دی؟ خو چې معلوم کړي پر چا ایمان؟ سدیر وویل: یا ابن رسول الله، که شونې وي په دې اړه څرګندونې وکړه: امام وویل: څوک چې خدای په وهم او خیالاتو پېژني؛ نو مشرک دی، څوک چې انګېري خدای په “نامې” نمانځې نه په “مانا” (او حقیقت)، د خپلې خبرې پر بې بنسټ توب یې اقرار کړی؛ ځکه “نامې” حادثې دي (او بندګانو ټاکلې او سپېڅلی ذات یې قدیم دی) او هغه چې انګېري چې نامه او مانا یو ځای نمانځي، له خدای سره یې “نامه” شریکه کړې ده او څوک چې انګېري [مانا] په صفت نمانځي نه په ادراک؛ ڼو بېشکه چې پر غایبو (او نالیدلو) یې حواله ورکړې ده او څوک چې انګېري صفت او موصوف ( سره یوځای نمانځي؛ نو توحید یې باطل کړی؛ ځکه صفت بې له موصوفه دی (او دوه ګونتوب له توحید سره نسازېږي).

څوک چې انګېري موصوف پر صفت ورزیاتوي (غواړي موصوف په صفت وپېژني)؛ نو غټ یې وړوکی کړی ( او لکه چې ښایي الله یې پېژندلی نه دی. )

وپوښتل شو: نو د “توحید” لار راوښیه؟ و یې ویل: د ویینې لار پرانستې ده او چاره یې شونې ده، په رښتیا، څه چې (ښکاره او) حاضر دی، ړومبی یې خپله پېژنی او بیا صفات (لکه یو انسان په ټولو ځانګړنو سره ویني او بیا یې له اوصافو علم، کمال او. . ته لاسرسی مومي)؛ خو څه چې غایب وي ړومبی یې صفات پېژني بیا یې په خپله (چې ړومبی یې صفات اوري، بیا یې په خپله وویني او وپېژني او داچې خدای حاضر دی، باید په پیل کې، په خپله یې، وپېژنو، بیا نور موجودات او له دې ځنې خپل ځان په خدای وپېژنو).

وپوښتل شو: څنګه حاضر موجود تر صفاتو یې مخکې وپېژنو؟ و یې ویل: ړومبی علم او معرفت دې په “عین” همده پورې تړاو نیسي (او په ذهن کې د خدای شتون راځي) بیا ځان دې په هغه پېژنې، نه داچې ځان دې په ځان او د ځان د شتون له لامله وپېژنې او پوه شې، چې څه درکې دي، خپل مال یې دی او ورپورې تړاو لري، لک چې یوسف علیه السلام ته یې وویل: ((ایا ته هماغه یوسف یې؟ و یې ویل: (هو) یوسف یم او دا مې (سکه) رور دی )) [یوسف/۹۰] خپل رور یې پخپله وپېژانده نه په بل او نه په خپلو باطني وهمونو او خیالاتو، نه وینې چې خدای وایي: ((له وسې مو نه وه، چې یوه ونه یې راوټوکوئ)) (نحل /۶۰] یعنې حق نه لرئ چې په خپل سر کوم امام وټاکئ او په خپله خوښه یې حقوال وګڼئ [دا هم د خدای له خپل لوري الله پېژندنې ته یوه بله بېلګه ده نه د نورو].

امام زیاته کړه:

درې تنه دي، چې خدای په قیامت کې (له غوسې) خبرې نه ورسره کوي، نه (د لورنې په سترګه) ورګوري، نه یې (د ګناه له چټلۍ) پاکوي او دردناک عذاب ورته دی:

۱ – هغه چې داسې یوه ونه کري چې خدای کرلې نه ده؛ یعنې هغه په امامت او مشرتوب وټاکي، چې خدای ټاکلی نه دی.

۲ – هغه چې د خدای له نصب کړي امام څخه نټه (انکار) وکړي.

۳ – او څوک چې وانګېري دا دواړه ډلې له اسلام څخه برخمنې دي.

خدای ویلي دي: ((او پالونکی دې چې څه وغواړي پیدا کوي او غوره کوي یې او دوی واک او اختیار نه لري)) [قصص/۶۸]

د ایمان ځانګړنې

د ایمان مانا داده: اقرار(نمښته) او د الله پر وړاندې عاجزي ده.

په عاجزۍ اقرار او الله ته ورنژدېدنه او د پوهې له مخې د هر فرض – که ستر وي یا کوشنی – ترسره کول؛ د توحید له پولې او تردې راکوز د عبادت او طاعت تر روستیو ابوابو، یو په بل پسې په ترتیب ټول یو له بل سره په تړاو کې دي. بیا بنده د فرایضو تر پېژندو – په هغه ډول چې ومو ویل – روسته، چې ترسره یې کړل؛ نو دا مؤمن دی او د ایمان د ځانګړنې وړ او د ثواب لایق دی؛ ځکه د ایمان ټوله مانا اقرار دی او د اقرار مانا: اطاعت ته (غاړه ایښوول او) تصدیق دی؛ نو له دې اړخ جوته شوه چې کوشني یا غټ عبادات یو له بل سره په تړاو کې دي او مؤمن هله د ایمان د ځانګړنې له کړۍ وځي چې د ایمان له وړتیا سره ښاییدونکې چارې پرېږدي؛ یعنې د سترو فرایضو پرېښوول او د سترو ګناهونو ترسره کول، په واقع کې د ایمان نامه او مانا له هغه سره ښایي چې تل ستر فرایض ترسره کوي او ستر ګناهونه و نه کړي او ځان ترې وساتي.

که څوک کوشني عبادات پرېږدي او کوشنۍ ګناه وکړي د ایمان له کړۍ ځنې نه وځي، تر هغه وخته چې له سترو عباداتو څه پرېنږدي او ستره ګناه و نه کړي؛ نو ایمان یې پرېښی نه دی او تر هغه چې دغسې چار یې کړی نه وي، مؤمن شمېرلېږي؛ ځکه خدای وایي: (( که له سترو ګناهونو ځانونه وژغورئ چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهونو به مو تېر شو او ډېر ښه ځای ته به مو ورننباسو)) [نساء /۳۱] یعنې مراد ترې د کوشنیو ګناهونو بښنه ده او که ستره ګناه یې وکړه، پر ټولو کوشنیو او سترو ګناهونو نیول کېږي او سزا ویني، دا وه د ایمان ځانګړنه او مؤمن چې د ثواب وړ دی.

 

د اسلام ځانګړنه

د اسلام مانا داده، چې د اسلام پر ډاګه پېژندل شویو احکامو – چې کول یې لازم دي – اقرار وکړي؛ نو که اقرار کوونکی په ظاهره انکار وکړي؛ خو په باطن کې ورباندې ګروهن (معتقد) نه وي بیا هم د مسلمانۍ د نامې او مانا مستحق دی، د ظاهري دوستۍ وړ دی، ګواهي یې منل کېږي او د میراث احکام پرې عملي کېږي او مسلمانان چې له کومو حقوقو برخمن دي، دی هم ترې برخمنېږي. دا وه د اسلام مانا.

او د مسلمان او مؤمن ترمنځ توپیر دادی: مسلمان هله مؤمن دی چې په باطن کې هم مطیع او غاړه ایښوونکی وي او که یوازې په خوله یې طاعت څرګند (او اظهار کړ) مسلمان دی نه مؤمن، د ایمان لازمه په عاجزۍ زړګنې اقرار او آګاهانه نژدې والی دی، نو شونې ده یو څوک مسلمان وي نه مؤمن؛ خو شونې نه ده مؤمن وي خو مسلمان نه.

له ایمانه د وتو شرح

شونې ده چې مؤمن پینځه څيزونه – چې یو بل ته ورته او مشهور دي – له ایمانه وباسی:

۱ ـ کفر، ۲ ـ شکر، ۳ـ ضلالت ( بېلارېتوب)، ۴ ـ فسق، ۵ ـ ستر ګناهونه.

کفر دادی، هره کوشنۍ او ستره ګناه چې د سرغړاندۍ، انکار، سپک ګڼلو (استخفاف) او (دین ته) د بې پروایۍ له لامله ترسره شي، کوونکی یې کافر او د دې کړنې (حقیقت) کفر دی او څوک چې په دغسې ځانګړنو ګناه وکړي د هر ملت او ډلې چې وي؛ نو کافر دی.

شرک دا دی: د دین (او بدعت) په نامې چې هره کوشنۍ یا ستره ګناه ترسره شي، کوونکی یې مشرک دی (ځکه د الهي دین پر وړاندې یې دین رادبره کړی او د خدای کار یې کړی، حال داچې د دیني قانون جوړوني مقام یوازې په خدای پورې ځانګړنی دی)

د ضلالت او بېلارېتوب مانا، پر فرایضو ناپوهي ده؛ یعنې د یو ستر فرض پرېښوول، چې بنده یې په کولو مؤمن یادېږي، سره له دې چې (د شرع له لورې) ورته څرګند او مسلمانانو ته ابلاغ شوی دی؛ خو دا پرېښوونه یې د خدای له حکمه د انکار، یا له دین څخه د لرې کونې (بدعت) او سرغړاندۍ له لامله نه؛ بلکې د سستۍ، غفلت او پر نورو چارو د بوختیا له مخې وه؛ نو دغسې کس بېلارې او د ایمان له لارې کوږ شوی، د ایمان پر (حقیقت) ناپوه او ترې وتلی دی، او تر هغه چې پر همدې حال وي د ضلالت او بېلارېتوب د نامې او مانا وړ دی. که دا ګناه د انکار، استخفاف (سپک ګڼلو) او (دین ته) د بې پروایۍ له مخې وکړي؛ نو کافر به وي او که دا ګناه یې د دین په نامي، (د مذهب د حقایقو) د تاویل او له وړاندېنیو د لاروی، تقلید، تسلیم او خوشحالۍ له مخې وي؛ نو مشرک دی او دا هم کېدای شي چې څوک څه موده ((بېلارې)) وي؛ خو ځاني غوښتنې یې (لږ لږ) کفر او شرک ته راکاږي.

د فسق مانا داده: هره ستره ګناه چې د کامیابۍ، شهوت، عشق او افراطي میني په پار ترسره شي. د دې ګناه کوونکی، فاسق او د فسق تر نامې لاندې له ایمانه وتلی دی او که دا چار یې د بې پروایۍ او استخفاف تر بریده وغځاوه؛ نو کافر به وي.

ستر ګناهونه چې ایمان پوپنا کوي، مانا یې داده، چې څوک یې بې له انکار یا بدعته یا خوند او شهوته، یوازې د تعصب (او پلویتوب) او غوسې له مخې په سترو ګناهونو کې ورډوب او ډېره ګناه وکړي؛ لکه تهمت او تور تړل، کنځل، وژنه، [په زور] د خلکو د مالونو اخستل، د خلکو د حقوقو د ورکړې مخنیوی او نور ستر ګناهونه چې د خوند او شهوت له مخې نه وي او همدغسې د دروغو قسم، سود خوړل او په څېر یې، چې کوونکی یې خوند اخستو ته نه کوي [بلکې ورباندې روږدی شوی] لکه شرابخوري، زنا او بوختوونکې لوبې، چې د دې ټولو ګناهونو کول، د ایمان د تباهۍ لامل دی او د سترو ګناهونو د کولو له لامله د ایمان له کړۍ وتلی؛ خو بې له دې چې د شرک یا کفر یا ضلالت لامل شي؛ بلکې جهالت او ناپوهي ده؛ خو که د تېرو ډلو ځانګړنو ته ورمات شو؛ نو هماغسې به شي.

د بندګانو د ډول ډول معیشت او شتمینو د لګښت په باب

د امام صادق (رح) ځواب

 یو تن امام صادق (رح) وپوښت: د بندګانو د معیشت – چې کسب و کار او راکړه ورکړه رانغاړي – او د شتمنیو د لګښت لارې کومې دي؟ و یې ویل: د معیشت ټول ډولونه او د خلکو ترمنځ دودېزې بېلابېلې ورکړې په څلور ډوله دي: وویل شول: دا څلور ډوله ټول حلال یا ټول حرام دي یا ځینې حلال او ځینې حرام دي؟ امام وویل: هر یو یې یو ډول حلال لري او یو ډول حرام او هر یو یې څرګندې او مشهورې نامې او ځانګړنې لري. لومړی ډول: “ولایت” او پر خلکو واکمني ده، چې چارواکی او تر لاس لاندې ان ټیټ پورې ماموررین رانغاړي چې ولایت یې ورباندې دی او حکم یې پرې چلوي: دوم: سوداګري، راکړه ورکړه او ګرد پېر پلور دی. درېیم: هر ډول صنعت دی. څلورم اجارې دي (که د شخص؛ مزدور او کارګر اجاره وي او یا د املاکو، چې په مشهورې مانا او عادي اجاره ده) او دا هر ډول هم حلال لري او هم حرام، او خدای پر بندګانو فرض کړي، چې راکړه ورکړه به په حلالو لارو کوئ او له حرامو به ځان ساتئ.

د ولایت د ډولونو تفسیر

ولایت دوه ډدوله دی، یو د عادلو چارواکیو واکمني او ولایت دی چې خدای امر کړی، چې اطاعت ته یې غاړه کېدئ او حکومت یې ومنئ او همداراز د ګردو حکومتي مامورینو د ولایت منل دي، چې په یوه ډول پر تر لاس لاندېو امر چلوي. بل ډول ولایت د ظالمانو او ان د دوی ټیټ پوړیو مامورینو واکمني ده چې هر یو پر تر لاس لاندیو حکم چلوي.

حلال ولایت، د عادل واکمن چارواکي ده، چې خدای امر کړی، چې ویې پېژنئ او واکمني یې ومنئ، همداراز په دغسې نظام کې خدمت کول دي، عادل واکمن باید د خدای د نازل کړي حکم له مخې وچلېږي، نه څه پرې ورزیات او یا څه ترې کم کړي، خبرې یې وا نه ړوي، له امره یې سرغړونه و نه کړي؛ نو له دغسې واکمنۍ سره معامله او خدمت کول، پیاوړي کول او مرسته ورسره کول حلال او مشروع دي؛ ځکه د عادل واکمن په حکومت کې هر حق ژوندی کېږي، هر عدالت او امانت بیاژواکی (احیا) کېږي، هر ډول ظلم او فساد له منځه ځي؛ نو ځکه څوک چې د دغسې واکمنۍ په ټینګښت او پیاوړتیا کې هڅه وکړي، د خدای په طاعت کې به یې هڅه کړې وي او د خدای دین به یې غښتلی کړی وي.

د ولایت حرام اړخ، د ظالم واکمن واکمني ده، له لوړپوړي نیولې تر ټیټ پوړېو له ګردو سره همکاري حرامه او نامشروع ده او که په دې لار کې کوشنی یا غټ کار ترسره شي د عذاب لاملېږي، چې هر ډول همکاري ورسره ستره ګناه ده؛ ځکه د ظالمو چارواکیو په پېر کې څه چې حق وي لتاړېږي، او څه چې باطل وي راژوندي کېږي، ظلم و فساد دودېږي، پېغمبران او مؤمنان وژل کېږي، جوماتونه ړنګېږي الهي سنن او لارښوونې لاندې باندې کېږي؛ نو ځکه کار، مرسته او معامله ورسره کول حرام دي؛ خو داچې اړتیا او ناچاري وي لکه (د ځان ساتنې لپاره) له ناچارۍ وینه یا مردار غوښه خوړل کېږي.

د سوداګرۍ د ډولونو تفسیر

د هر ډول پېر پلور او راکړې ورکړې – چې پلورونکي یا پېرونکي ته روا یا ناروا دي – تفصیل دادی: – دهغو څيزونو پېر پلور، ساتنه، کارونه، بخشش (ورکړه) او عاریت یې حلال دی چې په اړه یې خدای امر کړی وي؛ که د خلکو خواړه وي یا ژوند پرې ولاړ وي او ډول ډول څيزونه چې د ژوند په بېلابېلو چارو کې – خوراک، څښاک، اغوستن، واده، ملکیت، تملک ته – ورته اړتیا او چاره ترې نه وي. د هغو څيزونو پېر پلور حرام دی چې د فساد لامل وي او د خوارک څښاک، کسب، واده، تملک (مالکېدو)، ساتنې، ورکړې (بخشش) او عاریت ورکولو په پار خدای منع کړي وي یا په کوم پار خلکو ته پکې فساد وي لکه سودېزې راکړې ورکړې چې فساد راولاړوي یا د مردار، وینې، د خوګ غوښه، د ځمکني یا هوایي داړونکیو غوښه، د داړونکیو پوټکی، شراب او ټول نجاسات (او چټلی) چې د دې ګردو پېر پلور حرام او نامشروع دی. او د درلودونکیو مفاسدو په پار، په خوراک څښاک، اغوستن، ساتنې، تملک او عاریت کې یې تصرفات حرام دي. همداراز د هغو څيزونو چې د لوبو او بوختیا لامل وي (لکه د جوارۍ سامان) یا غیرالله (= طاغوت) ته د ورنژدېدو سبب وي، یا د کفر او شرک د پیاوړي کېدو لامل وي (لکه د اسلام پر دښمنانو د وسلې پلورل) یا یو ډول بېلارېتوب او ضلالت ته لمن وهي یا کوم باطل غښتلی کوي (لکه د زهرجنو افکارو خپرول یا د بې عفتۍ دودول او نور) یا کوم حق کمزوری کوي (او د خلکو ګروهې سستوي لکه د دین پر ضد د کتابونو او لیکنو خپرول ) پېر پلور، ساتنه، مالک کېدل، عاریت ورکول او ټول تصرفات پکې حرام دي؛ خو که اړتیا او ناچارې وي لکه هغه کتابونه وساتل شي، چې د اسلام ضد لیکنې پکې وي، چې ځواب یې وکښل شي او همداراز که په زور درباندې دا پورته چارې وکړي چې بیا خو د ناچارۍ په بڼه کې د انسان له اوږو مکلفیت لرې کېږي؛ نو څه توپیر نه لري.

د اجارو تفسیر

اجاره دې ته وایي چې یو څوک ځان، یا مال یا څه یې چې په واک وي – لکه (د کوشني زوی په څېر) خپلوان یا څاروی یا جامې د ګټنې لپاره – بل ته ورکړي.

 د اجارې حلال ډول دادی چې انسان ځان، کور، ځمکه یا بل هر څیز چې خاوند یې دی، په هغه کار چې په یوه ډول ورته ګټور دی په اجاره ورکړي یا د یوې داسې کړنې ژمنه وکړي چې په خپل لاس یا زوی یا مریی یا خپل مزدور یې وکړي بې له دې چې وکیل یا د واکمن مامور وي (ښایي روستی قید د دې لپاره وي، چې د وکالت یا د واکمن له لوري د ماموریت په بڼه کې، اجاره دویم ډول شمېرل کېږي لکه چې هلته هم اشاره ورته شوې ده) او په پای کې توپیر نه لري چې څوک ځان، زوی، مریی یا خپل مزدور په اجاره ورکړي؛ ځکه دوی یې پرځای او وکالت کار کوي او د واکمن مامورین هم نه دي، لکه چې پنډي (حمال) ټاکلی پېټی په ټاکلې بیه معلوم ځان ته وروړي او یو حلال څيز (نه د شرابو او نورو په څېر) په خپل لاس یا مریي یا خپل څاروي باروي یا (د کور جوړولو په څېر) یو کار ته اجېریږي، چې په خپل لاس، مريی، خپلوان یا خپل مزدور یې ترسره کوي، دا د اجارې حلال ډولونه دي، چې پاچا، بازاري، کافر او مؤمن ته یې کول حلال او عایدات یې هم حلال دي. د اجارې حرامې بڼې؛ لکه چې څوک د یوه داسې څیز لپاره ځان اجیر کړي چې خوراک، څښاک او یا اغوستن یې ورته حرام وي ( لکه د خوګ د غوښې خوړل، شراب، د نارینه وریښمینې جامې او. . . ) یا د (سرو سپینو لوښو او مجسمې په څېر) یو حرام څيز جوړولو یا ساتنې یا اغوستن ته اجیر شي یا د جومات ړنګولو یا د بې ګناه وژلو یا د مجسمو، بوتانو، ساز، تارونو، شراب، خوګ، مرادر، وینې یا پر اجارې سربېره هر فسادي حرام څیز یا هر کار چې اسلام منع کړی وي، په دې ټولو ځایونو کې حرام دي، چې انسان ځان په خپله استخدام کړي یا څه چې ورپورې اړه لري (لکه زوی، مریی، د لېږد وزله) ورکړي؛ خو په هغه ځای کې چې عمل ګټور وي لکه یو لرې ځای ته د یوې مردارې لېږد چې له بویه یې خلک وژغورل شي او په څېر یې.

د ولایت (: د باطل نظام ماموریت) او اجارې (چې هغه حرام او دا حلال دی) ترمنځ توپیر – سره له دې چې دواړه کار کول او مزدوري اخستل دي – دا دی چې په ولایت کې، انسان واکمن یا بل (ټیټ پوړي) حکومتي چارواکي ته خدمت کوي او په حکومت کې پر تر لاس لاندیو باندې د واکمن ونډه لوبوي چې د هماغه مقاماتو ځایناستی دی او د قدرت په ټینګښت او مرسته کې یې هڅه کوي او که خورا ټیټ پوړې مامور هم وي بیا هم پر هماغو خلکو امر چلوي چې والي پرې واکمني لري ( او لنډه داچې) په وژنه او د ظلم او فساد په خپرولو کې د لوړ پوړو مقاماتو ځایناستی ( او لوبڅی) دی.

خو اجاره لکه چې تفسیر مو کړه، دا ده چې انسان ځان یا خپل مملوک – چې مخکې یې په اجاره ورکړی نه دی او اختیار یې ورسره دی – د بل اجیر کړي او البته انسان تر هغه وخته چې د بل اجیر شوی نه وي، د ځان واکمن او مملوک دی. او حال داچې چارواکی د خلکو اختیارمن نه دی او چې کله د خلکو د چارو واګې ترلاسه کړي او مقام ته ورسي، چارې یې په منګولو کې نیسي او (په پای کې) څوک چې ځان یا خپل مملوک یا هغه چې په واک کې یې دی، کافر، مؤمن، پاچا او رعیت ته – په کوم ډول چې مې تفسیر کړل – په حلالو چارو کې اجاره ورکړي؛ نو کار او عایدات یې جایز او مشروع دي.[1]

د صنایعو تفسیر

صنعت دې ته وایي: هر کار چې خلک زده کوي یا یې نورو ته ورښیي لکه: لیکوالي، حساب، سوداګري، زرګري، زین جوړونه، بنایي، اوبدنه، دوبیتوب، ګنډل – انځورګري – خو نه د ساکښو – او د بندګانو د اړتیا وړ وزلې، چې ورته ګټورې او د ژوند د پایینې او سوکالۍ لامل یې وي. دا ټول حلال دي، کول او ښوول یې ځان او نور ته جایز دي، که څه شونې ده له دې کاره یا وزلې د فساد یا ګناه لپاره ګټنه وکړي او د حق و باطل په لارو کې وکارېږي؛ خو جوړونه او ښوونه یې توپیر نه لري. لکه لیکوالي چې شونې ده، د ظالمو واکمنانو په ټینګښت کې وکارول شي، چاړه، توره، نېزه، کمان او نورې جګړېزې وزلې د سولې او فساد په لارو کې لګېږي او د دواړو وزلې کېدای شي، په عین حال کې څوک یې چې د صلاح په لار کې لګوي، ورزده کول، یادول او ښوونې یا جوړونې ته یې مزد اخستل ورته مشروع دي.

خو خلکو ته جایز نه دي چې فساد او نورو ته د زیان ور رسونې په لار کې ګټنه ترې وکړي، د دې صنایعو پر استاد او زدکړیال څه ګناه نشته؛ ځکه په دوې کې د خلکو ګټه او د ژوند پایښت نغښتی دی، هغوی چې فساد او حرامو ته یې کاروي ګناهګاران دي. هو، خدای هغه مصنوعات حرام کړي، چې منحصر او مازې لګښت یې نامشروع او مازې فساد دی لکه: د تارونو، شپېلۍ، شطرنج، د لهو ټولې وزلې، صلیب، بوت، او په څېر یې د حرام څښوب جوړول او (په ټولیز ډول) څه چې مازې فساد وي او کوم مصلحت او ګټور لګښت نه لري؛ نو په مطلق ډول، ښوونه، جوړونه، مزد اخستل او ټول تصرفات پکې حرام دي؛ خو داچې په پای کې حلاله ګټه لري که څه په ګناه کې هم وکارېږي، چې شونې ده د دې حلالې ګټې په پار حلال وي، چې په دې حال کې یوازې بې ځایه او ناروا کارونه به یې منع وي.

دا وې د بندګانو د معیشت لارې او د کسبونو د ښوونې حکم.

د لګښت ډولونه او د شتمینو لګولو لارې

شتمني په (۲۴) فرضي او مستحبي حلالو لارو کې لګېږي. اوه ډوله یې په ځان پورې اړه لري، پینځه یې په هغوی پورې اړه لري چې نفقه یې ورباندې فرض ده، درې ډوله یې د دیني فرایضو په ورکړې پورې اړوند دي، پینځه ډوله یې په ډالیو او لازمو بخششونو پورې اړه لري او څلور ډوله د خیریه چارو لګښتونه دي.

شخصي لګښت لکه: ۱ – خوراک ۲ – څښاک، ۳ – اغوستن، ۴ – د واده لګښت، ۵ – (د لزوم په حالت کې) چوپړیال، ۶ – کوم لګښت چې کارګر ته ورکول کېږي چې د وزلیو مرمت، لېږد یا د اجناسو ساتنه پرې کېږي، ۷ – هغه لګښت چې د ژوند اړتیاوې پرې پوره کېږي لکه کور او هغه وزلې چې د ژوند اسانۍ ته اړینې وي.

پینځګوني نفقې دادي: په تنګلاسۍ او پراخۍ کې د اولاد، مور و پلار، مېرمن او مملوک (مريي او څاروي) لګښت فرض دی.

درې ګونې الهي فرایض: زکات دی چې باید هر کال ورکول شي، فرضي حج (چې په عمر کې یو ځل دی) او جهاد په خپل وخت کې (او هر وخت چې د اسلام او کفر د ځواکونو ترمنځ جګړه ونښلي)

د ډالیو او ورکړو پينځګوني ځایونه: تر ځان لوړو مقاماتو، خپلوانو، مؤمنانو ته ډالۍ، خیرات، احسان او د مریانو او (بندیانو) ازادول.

د خیریه چارو څلورګوني لګښتونه: د پوروړیو د پور ورکول، عاریه، پور ورکول او مېلمستیا چې یو اسلامي اړین دود (سنت) دی.

حلال خواړه

له ځمکې درې ډوله حلال خواړه راټوکېږي:

۱ – لومړی ډول یې ټولې دانې رانغاړي لکه: غنم، اوربشې، ورېجي، نخود، او د حبوباتو نور ډولونه او غوړیزې دانې لکه کونځلې او لنډه دا هره دانه چې له ځمکې راټوکېږي او د انسان بدن او غښتلتیا ته ګټوره وي، ورته حلاله ده او کومه چې بدن ته زیانمنه وي حرامه ده؛ خو د اړتیا په حال کې.

۲ – ګردې مېوې چې له ځمکې رازرغونېږی او د انسان خوراک وي او بدن ته ګټوره وي او قوت وربښي، خوړل یې حلال دي او چې هره یوه یې انسان ته زیانمنه وي خوړول یې حرام دي.

۳ – ډول ډول سبزیجات او بوټي چې خوراک یې انسان ته ګټور وي خوړل یې حلال او د ((خر زهره)) په څېر د زهرجنو سبزیو خوړل حرام دي.

حلال غوښي څاروي

د غوا غويي، پسه، اوښ، [د هوسۍ، غریزې وزې او. . په څېر] وحشي حلال غوښي څاروي او هر څاروی چې نیش دندان (مښوکه) او پنجې نه لري غوښه یې حلاله ده او همداراز حلال غوښي الووتونکي چې جاغور لري او چې نه یې لري حرام دي او د ډول ډول ملخانو خوړل هم جایز دي.

حلالې هګۍ

د هرې هګۍ چې دواړه سرونه سره توپیر ولري او سره مساوي نه وي خوړول یې حلال دي او چې مساوي وي خوړل یې حرام دي.

د سمندر ښکار

هر ډول کب چې ځیږ پوټکی ولري خوړل یې حلال دي او که ویې نه لري خوړل یې حرام دي.

حلال څښوب

د څښوب ټول ډولونه، چې ډېر څښل یې مستي نه راولي، څښل یې جایز دي؛ خو چې ډېر څښل یې مستي راولي، د لږو څښل یې هم حرام دي.

حلال اغوستن

څه چې له ځمکې راټوکېږي (لکه پنبه او کنف) اغوستن او لمونځ کول پکې حلال دي او حلال غوښي څاروي چې شرعي ذبح شي، پوټکی، وړی، وېښته او کرک (وژغنې) یې حلال دي او د پاکو څارویو چې شرعي ذبح شوي وي یا نه، د وړیو، وېښتانو، بڼکو او وژغنو اغوستل یې او همداراز لمونځ کول پکې جایز دی (او که مړ یا غیر شرعي ذبح شوی وي یوازې پوټکی یې نجس (چټل) او حرام دی، تفصیل یې په فقه کې دی) انسان چې څه خوري، څښي یا اغوندي، لمونځ او سجده پرې جایز نه ده (د ځینو روایاتو له مخې که په لمانځه کې تر پښو لاندې وي توپیر نه لري او ښایي په دې روایت کې منع د کراهت په توګه وي او یا پرې له لمانځه او سجدې مراد په لمانځه یا بې لمانځه کې سجده وي).

هو، بې له مېوو، پر بوټو سجده روا ده؛ خو د راټوکېدنې وړ بوټي چې تر راټوکېدنې روسته سجده پرې جایز نه ده؛ خو د اړتیا پرمهال سجده پرې کړای شو.

حلال ودونه

څلور ډوله ودونه حلال دی:

۱ – هغه واده چې د میراث لاملېږي (همېشنی واده چې مېړه او مېرمن یو له بله میراث وړي).

۲ – بې میراثه واده (لنډ مهاله واده)

۳ – له مینزې سره واده ( چې له مینزې سره کوروالی بې له نکاح تړلو جایز دی).

۴ – د بل له مینزې سره د خاوند په اجازه یې واده.

د یوه څیز مالکېدل

په شپږو لارو د یو څیز خاوندېدای شو:

۱ – غنیمت ( چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه شي)

۲ – پېرنه

۳ – میراث.

۴ – بخشش (ورکړه)

۵ – عاریه ( چې کټ مټ یې خاوندېدای یې نشي؛ خود تصرف حق پکې لري).

۶ – اجاره.

دا و د حلالو څيزونو او د حلالو لګښت تفصیل چې هر څوک په خپلې شتمنۍ کې فرضي او مستحبي تصرف کړای شي.

د ولجو (غنیمتونو) او د خمس (پینځمې) د وجوب په اړه

د امام صادق(رح) لیک

لیک مې دې ولوست، پوښتلي دې و، چې خمس او ولجې چېرې ولګې، چې خدای پرې راضي شي او همداراز څنګه یې د ذی القربی [د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خپلوانو] برخه درېغ او پېښه راته تشریح کړه، نو دا دی د زړه په غوږونو یې واوره، د عقل په سترګو یې ووینه، بیا په دې اړه انصاف وکړه چې سبا د قیامت پر ورځ د خپل پالونکي پر وړاندې – چې امر و نهې یې درته کړې – باید څنګه وسې چې درته ښه وي، خدای دې موږ او تاسې ته توفیق راکړي.

پوه شه چې الله، زما او ستا پالونکي، هېڅ څیز نالیدلی ګڼلی نه دی ((پالونکی دې بیخي هېروونکی نه دی)) [مریم/۶۴] او هېڅ څیز یې په ((کتاب)) کې پرېښی نه دی او هر څه یې پوره څرګند کړي. (په قرآن کې) یې د خپل مال (او برخې) د اخستو او ویشنې په اړه پوره پوره څرګندونې کړي؛ ځکه خدای چې د قرآن په کوم آیت کې مالي ورکړه یاده کړې؛ نو جوخت یې د دې لګول هم ښوولي او دا دواړه یې یو له بله جلا کړي نه دي.

او څه مال یې ځینو ته ځانګړی کړی او برخې یې ورته ټاکلي، چې د “عنوان” په منځه تلو یې برخه هم له منځه ځي، لکه چې په نورو ځایونو کې هم مقررات (او احکام) د عنوان په تغییر سره اوړي، لکه (د روژې حکم) په زړښت او بوډاتوب سره بدلېږي (او پر بوډاګانو روژه نشته)، بېوزلي چې شتمن شي، مسافر چې خپلې سیمې ته ورسي؛ نو برخې يې له منځه ځی. پر حج ډېر ټنیګار شوی او نه کوونکی یې ګواښل شوی؛ خو چې چا ته یې په کولو کې څه سختي او ستونزه وي حج پرې نه کېږي [احمد جنتي: د متن عبارت ډېر مجمل دی او د منځپانګې له مخې ژباړل شوی دی] خدای د زکات په اړه – چې ړومبی فرض دی چې د دې لګښت لارې یې ښوولي دي – وایي: ((زکاتونه یوازې ځانګړي شوي دي فقیرانو، مسکینانو او د زکات د راټولولو کار کوونکیو او هغوی ته، چې د زړونو لاس ته راوړل یې موخه وي او (همداراز) د مریانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د خدای د لارې غښتلتیا او مسافر پالنې ته)) [توبه/۶۰].

خدای خپل استازي ته د زکات لګولو ځایونه اعلان کړي او څرګنده کړې ده، چې بې له دې اتوګونو ځایونو، بل ځای کې نه لګول کېږي او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په همدې اتو ځایونو کې، چې چېرې څنګه وغواړي لګوي یې. او خدای “جل جلاله” پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم او کورنۍ یې د خلکو له زکاتونو او خیرو اخستو منع کړي دي. دا وې د زکات لګولو لارې.

خو (د جګړې) ولجې؛ پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بدر په غزا کې وویل: چاچې دښمن وواژه، پلانې انعام لري، چاچې څوک له دښمنه ونیو د دښمن له ولجو دغسې او هاغسې انعام لري؛ ځکه خدای ژمنه راسره کړې چې سوبه مې پر برخه او پر پوځیانو یې لاسبرېږم. چې کله خدای مشرکانو ته ماتې ورکړه او جګړېزې ولجې راټولې شوې، یو تن انصاري پاڅېد او و یې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له مشرکانو سره د جګړې امر دې راته وکړ او دې کار ته دې وهڅولو او ژمنه دې راکړه چې چا کوم مشرک ونیو له ولجو یې دغسې او هاغسې انعام لري، څوک چې د مشرکانو یو تن ووژني دغسې او هاغسې یې [بدله] ده دا دی دوه تنه مې وژلي چې ګواه لرم او یو تن مې نیولی؛ نو اوس دې کړې ژمنه راپوره کړه. دا کېناست او “سعد بن عباده” (رض) [ چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پاسوال و او له دې لامله په وژنه ا وبندي نیونه کې برخوال نه و] پاڅېد، و یې ویل: یا رسول الله، نه مې له غلیمه ډار و او نه د آخرت له (اجر) او (د دنیا) له ولجې سره نا لېوالتیا وه، چې د جنګیالو په څېر پر وژنه او بندیانو لګیا شم؛ بلکې په دې ډارېدم، که یوازې دې پرېږدو، له مشرکانو به څوک برید درباندې وکړي یا دې یوازې وویني او څه زیان در ونه رسوي؛ نو که غوښتنې یې ورپوره کړې؛ نور باید تش لاس ستانه شي. سعد (رض) کېناست، بیا هماغه انصاري پاڅېد او خپله ړومبی خبره یې بیا ځلی کړه او کېناست، دې دواړو هر یو درې ځل خپلې خبرې وکړې، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مخ ترې واړو، او دا آیت نازل شو.

((د انفال په اړه دې پوښتي)) [ انفال/۱] او انفال د هغو ټولو مالونو نامه ده، چې پر هغه ورځ مسلمانانو تر لاسه کړي وه د بل آیت په څېر چې په ((فیئ)) یاد شوي، (‎(او څه چې خدای له هغوی (د بنی النضیر یهودیانو) د ((فیئی)) په دود (یعنې غنیمت) خپل استازي ته (بښلي او) وراړولي دي)) [حشر /۶، ۷] او بل آیت د غنیمت نامه اخستې: ((او څه چې ولجه کوئ)) [انفال/ ۴۱] او بیا یې (د انفال سورت د ړومبي آیت په پاې کې د انفال په اړه) ویلي: ((ووایه: انفال یوازې د خدای او استازي یې دی)). خدای په دې آیت په مطلق ډول ولجې د اسلام د پوځیانو له لاسه وایستلې او په خدای او رسول پورې یې ورځانګړې کړې (او خود په خوده په عمومي اموالو کې وګنل شوې، چې باید د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر نظر لاندې د اسلام او مسلمینو په مصالحو کې ولګول شي). بیا یې وویل: (( نو د خدای د فرمان له مخالفته وډار شئ، یو له بل سره سازش وکړئ او که (په رښتیا) ایمان لرئ؛ نو د خدای او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم اطاعت وکړئ)) [انفال/۱] او چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مدینې ته ستون شو دا آیت نازل شو؛ ((او پوه شئ، څه چې ولجه کوئ؛ نو پینځمه یې د خدای، رسول، خپلوانو (یې)، پلار مړیو، مسکېنانو او مسافرو لپاره ده که پر الله او هغه څه مو ایمان راوړی وي چې (له حقه د باطل) د بېلوالې پر ورځ (یعنې) د دواړو لښکرو مخامخېدو پر ورځ [= د بدر جګړه] مو پر خپل بنده نازل کړي ول)) [ انفال/۴۱]؛ خو داچې ویلي یې دي: د خدای برخه ده؛ دغسې ده چې وایي: دا د خدای او ستا برخه ده (یعنې داسې نه ده، چې باید یوه برخه خدای ته ورکړي)، خدای ته برخه جلا کېږي نه؛ نو ځکه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم چې کومه ولجه نیولې وه، پینځه برخې یې کړه؛ د خدای برخه یې په خپله واخسته، چې د خدای نامه یې پرې ژوندی کړه، تر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم روسته هم دا برخه یې وارثانو ته رسي او د خپلوانو برخه یې، عبدالمطلب واخسته، یوه برخه یې د مسلمانانو پلار مړیو ته ولېږله، یوه برخه یې بېوزلېو ته بېله کړه او بله برخه یې مسلمانو مسافرو ته ځانګړې کړه؛ یعنې هغوی ته چې د سوداګرۍ لپاره یې مسافرت کړې نه و او په لار کې پاتې ول، دا وه د بدر غزا او د هغو ولجو ویشنه چې په توره ترلاسه شوي ول. خو هغه ولجې چې ترلاسه کولو ته یې آس او اوښان ځغلېدلي نه ول (او بې جګړې، د دښمن د تسلېمېدو له لارې چمتو شوې وې) کیسه یې دا وه: چې کله مهاجرین مدینې ته راغلل، انصارو خپل نیم کورونه او نیم مالونه ورکړل او مهاجرین هغه وخت د سلو په شاوخوا کې ول؛ نو همداچې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم بر بني قریظه و او بني نضیرو لاسبر شو او د دوی شتمني یې ضبط کړې، انصارو ته یې وویل: که غواړئ له مهاجرینو خپل کورونه او مالونه اخلئ؛ نو دا مالونه به پرې وويشم او که غواړې چې پر همدې حال پاتې شي؛ نو مالونه به پر ګردو وویشم؟ وویل شول: (درېیمه لار نیسو) هم دې زموږ په کورونو او مالونو کې شریک وي او هم دا ولجې ورځانګړې کړه او خدای دا آیت نازل کړ: ((او څه چې خدای له هغوی (یعنې بني قریظه و بنی نضیرو یهودو) د غنیمت په دود خپل استازی ته (وربښلي او) ور اړولي دي، هغه داسې څه دي چې تاسې یې لاس ته راوړو ته نه اس ځغلولی او نه اوښ (څه زیار مو ګاللی نه دی) [ حشر /۶]، بني قریظه مدینې ته نژدې وسېدل او اړتیا نه وه چې جنګیالي پر اسونو او اوښانو سپاره ورشي، بیا خدای وویل: (په دې مالونو کې) هغه بیوزلي مهاجرین هم برخمن دي چې له خپلو کورونو او مالونو شړل شوي، حال داچې دوی له خدایه بښنه او خوښي غواړي او د خدای او رسول یې ملاتړي دي دوی هماغه رښتوني دي)) [حشر/۸] بیا خدای دا مالونه هغو قریشو ته ورکړل چې له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره مدینې ته راغلي او رښتوني وه او غیر قریشي عربي مهاجرین یې له دې کتاره وایستل؛ ځکه په همدې آیت کې یې ویلي: ((بیوزلي مهاجرین چې له خپلو کورونو او مالونو شړل شوي دي))؛ ځکه یوازې قریش وه، چې په مکه کې یې د مسلمانو مهاجرینو پر کورونو او مالونو خېټه واچوله او نورو عربانو له مهاجرینو سره دغسې چلن نه درلود. بیا یې هغه مهاجرین وستایل چې خمس (او پېنځمه) یې ورکړه او پر خدای یې د رښتوني ایمان په پار له نفاقه نږه کړل، تردې چې ویل یې ((دوی رښتوني دي) نه دروغجن. بیا یې انصار وستایل، چې له مهاجرینو سره یې لورنه کړې، پر ځان یې ړومبي ګڼلي، ښه چلن یې ورسره کړی او څه چې مهاجرینو ته ورکړای شوي، بخل ورسره نه کوي او خدای په ښو یاد کړي، وایي: ((او هغوی چې له مهاجرینو وړاندې (په مدینه کې) هستوګن ول او ایمان یې راوړی او له هغوی سره مینه لرې چې دوی ته یې هجرت کړی او څه چې مهاجرینو ته ورکړای شوي په زړونو کې اړتیا قدرې (کینه او کنجوسي) ورته نه ننګېري او مهاجرین تر ځانونو (غوره او) ړومبي ګڼي، که څه دوی په خپله ډېر اړمن وي او څوک چې له کنجوسۍ او د نفس له حرصه وژغورل شو؛ نو همدی بریالي دي ‎)) [حشر/۹].

بلې ډلې چې روسته ایمان راووړ، مسلمانانو یې (وړاندې) مالونه (ولجه) کړي او له مسلمینو خپه ول، چې اسلام یې ومانه، له خدا یې وغوښتل چې د شرک ګناه یې وبښي او مسلمانانو ته یې له زړه نه کینه وباسي او استغفار یې ورته وکړ چې د زړه غوټي یې پرانستل او یو له بل سره روڼه شي او خدای هم دا ځانګړې ډله وستایله، و یې ویل: او (همداراز) څوک چې تر دوى [= مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي: ((پالونكيه! موږ او زموږ هغه روڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او په زړونو كې مو مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې. )) [حشر/۱۰]

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د خپل تشخیص له مخې د ټولو مهاجرو قریشو د اړتیا هومره ورډالۍ کړل؛ ځکه دا اموال د خمس په قانون کې رانغاړي نه ول، چې لازم وي یو رنګ ووېشل شي؛ ناقریشي مهاجرینو ته یې څه ورنه کړل خو دوو تنو انصارو ((سهل بن حنیف)) او ((سماک بن خرشه – ابودجانه – )) چې سخت اړمن ول له خپلې برخې یې ورډالۍ کړل او د بني قریظه و او بنی النضیرو له شتمنیو یې- چې بې جګړې یې تر لاسه کړي ول – اوه باغونه ځان ته وساتل؛ ځکه فدک هم بې ربړ ګاللو ترلاسه شوی و. خو خیبر له مدینې درې ورځې واټن درلود او د یهودو ملکیت و؛ خو داچې د جګړې په پایله کې ترلاسه شو؛ نو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د بدر د ولجو په څېر (د خمس د قانون له مخې) وویشه، خدای ویلی:[ څه چې الله ددغو كليو له وسېدونكيو خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ] (حشر/۷)

دا د هغو مالونو د لګښت لارې وې، چې خدای خپل پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته په جګړه ورپربرخه کړې وې. علی بن ابیطالب (رح) ویلي: موږ د همدې آیت په حکم ـ چې پیل یې (د خمس) ښوونه او پای یې ګواښ او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له مخالفته نهې ده ـ د خپل خمس برخه موندله، تر هغه وخت چې [حضرت] عمر (رض) ته د ((شوش)) او ((جندي شاپور)) خمس راورسېد، زه، یو شمېر مسلمانان او [حضرت] عباس (رض) ورسره ناست وو، [حضرت] عمر وویل: په رښتیا د خمس مالونه پرله پسې درغلل اوتر لاسه مو کړل، داسې چې نن څه اړتیا ورته نلرئ او نور مسلمانان اړمن او فقیران دي، تاسې له دې حقه خپل مالونه پور راکړئ، چې که خدای مسلمانانو ته په راتلونکي کې ړومبی غنیمت راورسوي دربه یې کړو، له ځوابونې مې ډډه وکړه؛ ځکه شونې وه که ټینګار وکړم، د خمس په موضوع کې به هماغه ځواب واورم چې تر خمس په اوچتې مسالې کې – هغه مهال چې ما د خپل پېغمبر میراث ترې غوښت – مې ترې اورېدلی و ( چې هلته خلیفه له میراثه نټه وکړه او دلته هم له آره د خمس له حکمه انکار وکړي) خو [حضرت] عباس ورته وویل: عمره! حق مو نالیدلی مه ګڼه؛ ځکه خدای د میراث تر قانونه ټینګ راته جوت کړی دی، [حضرت] عمر وویل: (هو ولې) تاسې د مسلمانانو په حق کې لورنې ته وړ یاست او واسطه یې کړم ( چې عباس چوپ کړم او په پای کې) خمس یې رانه واخست او پر خدای قسم، څو ژوندی و، مال ورته رانغی، چې حق مو راکړي او نور مو خمس تر لاسه نه کړای شو. بیا علي کرم الله وجهه زیاته کړه: خدای پر پېغمبر زکات حرام کړی او په بدل کې یې د خمس یوه برخه ورځانګړې کړې ده او زکات یې په تېره د پېغمبر پر کورنۍ (اهل بیتو) حرام کړ، نه پر قوم او ټبر یې [چې قریش وي] او د خمس برخه یې د رسول الله د ټبر، کوشني، غټ، نارینه، ښځینه بېوزلي، سوب او ناسوب ته ورځانګړې کړه چې د پېغمبر خپلوان دي او دا برخه ورته تل او زوالېدونکې نه ده. د خدای شکر دی چې پېغمبر یې له موږه او موږ له دې یو. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خمس یوازې موږ، زموږ همژمنو او دوستانو ته ورکړ، چې دوی هم له موږه دي، لکه چې له خپلې برخې یې هغه سړي ته ورکړه چې له دوی سره کړې ژمنې ورته اسانې شي.

په دې تفصیل مې د څلور ګونو ((انفال)) لارې، چې خدای څرګندې کړي او د لګښت په اړه یې چې په شافي وینا او څرګند برهان کومې سپارښتنې کړي درته اعلان کړې، څه مې چې وویل په اړه یې وحې ورباندې راغلې او مرسل پېغمبر عمل پرې کړی (کتاب و سنت پرې ګواه دی) او څوک چې د خدای کلام تر اورېدو او پوهېدو روسته لاندې باندې کړي یا پکې ادلون بدلون راولي، ګناه یې تر خپلې غاړې ده او خدای به ورسره پوه شي. والسلام علیک و رحمه الله و برکاته.

صوفیانو ته د امام صادق استدلال چې له (دنیا) غوښتنې یې منع کاوه

سفیان ثوري (رح) امام صادق ته ورغي او ویې لیدل چې امام د هګۍ د سپینو په څېر جامې اغوستي او و يې ویل: دا دې جامې نه دي، امام صادق ورته وویل: څه چې وایم ښه یې په پام کې ونیسه، که د مړینې پرمهال د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر سنتو او پر حق وسې او پر بدعت ونه مرې؛ نو دنیا او آخرت ته دې خیر او ګټور دي [که د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ژوند او خوراک څښاک کچه او معیار نیسې او له مخې یې نیوکه راباندې کوې؛ نو باید ] له یوه مطلبه دې خبر کړم او هغه داچې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په یوه داسې پېر کې وسېده، چې ټول بېوزلۍ، سختۍ او لاس اړۍ رانغاړلي ول؛ خو که په کوم پېر کې چې د ژوند وزلې چمتو شوې [او له الهي نعمتونو د ګټنې شرایط رادبره شول]؛ نو نېکان، مؤمنان او مسلمانان ترې ګټنې ته وړ دي، نه بدکاران، منافقان او کافران.

ثوري! څه نیوکه لرې؟ پر خدای قسم وینې د خدای له نعمتونو ګټنه کوم، [باید پردې هم پوه شې] چې له کله د ځوانۍ منګ ته رسېدلی یم، شپه و ورځ د دې فکر راسره دی، چې که په مال کې مې کوم حق پیدا شي او خدای یې د لګښت لار راته ښوولې وي، چې په هماغه لار کې یې ولګوم.

راوي وایي: [سفیان په همدې اندازه قانع شو او ولاړ] بله ورځ امام ته یوه ډله زاهد ډولي چې خلک یې د ځان په څېر ژوند کولو ته رابلل چې د دوی غوندې [ له الهي نعمتونو د نه ګټنې او ] د سختۍ لار خپله کړي ـ ورغلل او و یې ویل: سمه ده، چې زموږ ملګري استدلال درسره ونشو کړای او خوله یې بندېده [خو راغلي یو، چې ټینګ دلایل درسره ووایو]. امام وویل: دلایل مو وواست: و یې ویل: دلایل مو قرآني دي. امام صادق وویل: دلایل مو ووائي چې قرآني دلایل تر بل هر څه د منلو وړ دي، صوفیانو وویل: خدای تعالی د رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د یو شمېر یارانو د ژوند دود په اړه وایي: ((او نور تر ځانونو ړومبي بولي، که څه هم په خپله ډېر اړمن وي او څوک چې له کنجوسۍ خوندي وي؛ نو همدوی بریمن دي)) [حشر/۵۹] خدای یې کړنې ستایلي ( نو باید دغسې وسو) او په بل ځای کې وایي: ((او (خپل) خواړه سره له دې چې خوښېږي یې ( او اړتیا ورته لري) د خدای په پار مسکین، پلار مړي او بندي ته ورکوي)) [انسان/۷۶] بیا په غونډې کې یو تن ناست، دې زاهد ډولو ته وویل: [تاسې خو تشې خبرې کوئ] او لیدلي مو نه یاست، چې ښه خوراک و نه کړئ؛ خو خلکو ته امر کوئ چې له خپلو مالونو لاس واخلئ، چې تاسې ګټنه ترې وکړئ.

امام صادق (رح) وویل: اوس دا بې ګټې خبرې پرېږدئ او ټول راته وویاست: [په قرآن استدلال کوئ خو] په ناسخ و منسوخ او محکم و متشابه یې پوهېږئ که نه؟ څوک چې له دې امته بېلارې شوی، له همدې ځایه لار ورکی شوی او څوک چې هلاک شوی له همدې ځایه هلاک شوی [چې په قرآن سم نه پوهېږي او استدلال پرې کوي]؟ ویې ويل: پر ځینو پوهېږو؛ خو په ټولو یې نه پوهېږو. امام وویل: بدمرغي مو له همدې ځایه ده. د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم احادیث هم د قرآن په څېر دي [چې ناسخ و منسوخ او محکم و متشابه لري، چې باید وپېژندل شي]. خو د ایثار (نور پر ځان غوره ګڼل) او ایثارګرانو په اړه مو لوستي آيتونه سم دي، دا کړنه د اسلام په لومړیو کې جایز او مباح وه او منع شوې نه وه او البته ثواب یې هم درلود؛ خو روسته یې خدای پرخلاف امر وکړ او تېره کړنه یې نسخ کړه، دا منع پر مؤمنانو د لورنې لپاره وه، چې ځان او خپلې کورنۍ ته زیان ونه رسوي، چې کله په کورنۍ کې، کمزوري، کوشني، زاړه، بوډاګان او بوډۍ وي، چې لوږه زغملای نشي؛ نو په دې حال کې که زه د ځان ټیکله خیرات کړم؛ نو دوی له لوږې مري؛ نو ځکه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ویلي:

(( که انسان څو دانې خرما، پینځه ټیکلې ډوډۍ، دینار او درهم ترلاسه کړي او غواړي چې نفقه یې کړي؛ نو تر ټولو غوره دا ده، چې خپل مورو پلار ته یې ورکړي، بیا دې یې بر ځان او اولادې ولګوي، بیا دې یې خپلوانو او مؤمنو رونو ته ورکړي، په څلورم پړاو کې فقیر ګاونډیان او پینځم یې (د ټول ګټو چارو په څېر) د خدای په لار کې ولګوي چې ډېر لږ اجر یې پر برخه کېږي)) یو انصاري د مړینې پرمهال خپله شتمني چې پینځه شپږ مریان ول ټول یې ازاد کړل؛ خو خپلو کوشنیو اولادونو ته یې څه پرېنښوول؛ نو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې له پیښې خبر شو و یې ویل: (( که مخکې مو خبر کړی وای؛ نو د مسلمانانو هدیرې کې مې ښخولو ته نه پرېښود، کوشني اولاونه یې تشلاسې پرېښوول چې ګدایي وکړي!)) امام زیاته کړه: پلار مې روایت راته وکړ چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: ((لګښت دې له اولاده پیل کړه او چې څومره درنژدې وي؛ نو ړومبی دی)).

پردې سربېره، قرآن په ډاګه ستاسې انګېرنې ردوي او له دې دوده مو منع کوي: (( ( د لوراند څښتن بندګان هغوی دي چې. . . او) هغوی چې د نفقې د ورکړې پرمهال نه بې ځایه لګښت او نه بخیلي کوي؛ بلکې منځلاري وي)) [فرقان /۶۷]

نه وینئ چې خدای هغه لار چې خلک ورته رابولئ او همداراز بې ځایه لګښتیان غندلي او په څو آیتونو کې وایي: ((په رښتیا، بې ځایه لګښتیان د خدای ښه نه ایسي)) [ انعام /۱۴۱ او اعراف/۳۱ آیتونه]

خدای تعالی خلک له بې ځایه لګښت منع کړي لکه چې له کنجوسۍ هم او غوښتي یې چې منځلاري غوره کړي، نه چې څه لري نورو ته ورکړي او بیا له خدایه روزي غواړي چې خدای بیخي دغسې دعا نه قبلوي؛ ځکه پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي (( د امت مې د څو ډلو دعا نه قبلېږي:

۱ – هغه چې د خپل مورو پلار بدي وغواړي.

۲ – څوک چې پور ورکړي؛ خو لاسوند او ګواه نه لري او پوروړي یې پور خوړلی وي.

۳ – کوم نارینه چې خپلې مېرمنې ته ښېرا کوي، سره له دې چې خدای یې د طلاق واک ورکړی وی.

۴ – هغه چې په کور کې ناست دی او له خدایه روزي غواړي او ورپسې نه وځي.

خدای یې په ځواب کې وایي: زما بنده! د روزۍ د تر لاسه کولو لار مې در پرانستې نه ده، چې په روغ بدن ورپسې ولاړ شې او زما د سپارښتنې په منلو، پر وړاندې مې عذر راولې، چې د کورنۍ د اوږو بار دې نه وسې او چې (په روزۍ پسې تلې) که غوښتل مې روزې مې درکوله، که نه (د خپلې ټولېزې ارادې له مخې] په تنګسه کې مې نیولې؛ نو په دې حال کې به دې معذرت درلود [ځکه د روزۍ تر لاسه کولو ته دې هڅه کړې وه]

۵ – چا ته چې خدای پرېمانه شتمني ورکړي؛ خو ټوله ولګوي بیا دعا ته مخه کړه چې: خدایه روزي راکړه، ورته ویل کېږي: تاته خو مې پرېمانه رزق درکړی و، ولې دې زما په سپارښتنه منځلاري غوره نه کړه او له بې ځایه لګښته مې منع کړې وې؛ خو ډډه دې و نه کړه؟

۶ – څوک چې له خپلوانو سره د اړیکو د پرې کولو په اړه دعا وکړي)) بیا خدای خپل پېغمبر ته د انفاق دود ورښوولی دی؛ ځکه له پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د (۲۹) ګرامو په شاوخوا کې سره ول او نه یې غوښتل چې د شپې ورسره پاتې شي، ټول یې خیرات کړل او سبا یې تش لاس و؛ نو په همدې وخت کې یو سوالګر راغی او څه یې وغوښتل او داچې حضرت صلی الله علیه وآله وسلم څه نه درلود؛ نو سوالګر (په بې ادبۍ) د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په پړې لګیا شو، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم چې زړه سواندې او مهربان و، له خپلې تشلاسۍ خپه شو او خدای په دې آیت د انفاق ورکونې ادب ورزده کړ: ((او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او ورکړه مه پرېږده) او مه یې له بریده زیات غځولې پرېږده، چې پړ او پښېمانه پاتې شې)) [اسرا/۲۹]

یعنې شونې ده خلک څه درنه وغواړي (او که څه نه وي) عذر دې و نه مني؛ نو که هر څه لرې او ور یې کړې د مال له اړخ به زیان ومومې.

دا د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم احادیث دي چې قرآن یې تصدیق او تاییدوي او البته مؤمنان قرآن هم تاییدوي.

(ورپسې امام صادق د حضرت ابوبکر (رض) پر دود استشهاد کوي چې ډېر درناوی یې ورته درلود او ورپسې په زهد او تقوی مشهور د حضراتو سلمان او ابوذر رضی الله عنهما دود یادوي).

حضرت ابوبکر (رض) ته یې د مرګ پر وخت وویل: وصیت وکړه: و یې ویل: د مال د پینځمې برخې وصیت مې کوم (چې د خدای په لار کې یې ورکړي) او پینځمه هم ډېره ده، چې خدای پرې راضي شوی دی (او د خمس حکم یې کړی دی) او د همدې پینځمې وصیت یې وکړ، سره له دې چې خدای د خپل مال د درېیمې واک ورکړی و او که پوهېدای چې درېیمه غوره ده؛ نو هماغه یې وصیتاوه.

بل سلمان او ابوذر رضی الله عنهما ول، چې تاسې یې له فضیلت او زهده خبر یاست، سلمان (رض) چې کله هم (له بیت الماله) خپله برخه اخسته، خپل کلنی لګښت یې ترې بېل او زېرماوه، ورته وویل شول: سلمانه! ته په دې زهد د کلني لګښت په سوچ کې یې؟ څه خبر یې، ښایي نن که سبا ومري؟ سلمان (رض) ورته وویل: ولې مې هومره چې مرګ ته اندیښمن یاست ژوند ته هیلمن نه وسئ؟ (او د احتمال یو اړخ په پام کې نیسئ). ناپوهانو! نه پوهېږئ که د انسان نفس کافي هومره تامین و نه لري، چې ورباندې ډاډمن شي؛ نو پرېشانېږي او د حق په اطاعت کې سستي کوي او چې خپل معاش یې ترلاسه کړ، آرامېږي [او بې غمه د حق پر اطاعت لګیا وي]. خو ابوذر رضی الله عنه، څه اوښان او رمه درلوده، چې له شیدو یې ګټنه کوله او چې کله یې د کورنۍ غوښې ته اشتها کېده یا مېلمه به راته یا چې تنګلاسي بېدیاني د یوی څاه ترڅنګ ورسره وسېدل؛ نو د اړتیا هومره اوښ یا پسه یې ذبح کاوه، چې د غوښې اشتها یې ورباندې پوره شي او پر ټولو یې وېشه، او یوازې یوه برخه یې (نه زیاته) ځان ته پرېښووه. څوک تردې خورا زاهد دی؟ پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم یې په اړه څه چې د ویلو وه ویلي دي (او تاسې پرې پوهېږئ) کله هم د دې دواړو کار، تردې ځایه ونه رسېد، چې د زهد په نامه ټوله شتمني له لاسه ورکړي؛ لکه چې نن خلکو ته امر کوئ چې څه لرئ لرې یې کړئ او نور پر ځان او کورنۍ ړومبي وبولئ.

تاسې ټولی پوه شئ چې له پلاره مې واورېدل چې له پلرونو یې روایتاوه چې یوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل: (( له هېڅ څیزه اریان نه شوم لکه د مؤمن له حاله چې شوم، که چار یې تردې ورسي چې بدن یې په بیتي ټوټه ټوټه شي، خیر او نیمکرغي ورته وي او که له ختیځه تر لویدیځه پاچاهي ورکړه شي، بیا هم خیر او نېکمرغی ورته وي او څه چې عزوجل خدای ورسره کوي، خیر او نیکمرغي ورته وي))

نه پوهېږم، همدومره مې چې نن درته وویل بسیا او اغېزمن دي یا نور هم څه ووایم؟ نه پوهېږئ چې خدای تعالی په صدر اسلام کې [هغه مهال چې د مسلمانانو شمېر لږ و] پر مؤمنانو فرض کړې وه، چې هر مؤمن دې د لسو تنو کافرانو پر وړاندې استقامت وکړي او که تښتېده؛ نو جرم ګڼل کېده او اورمېشتی به و؛ خو روسته خدای په خپلې لورنې دا مکلفیت ترې لرې کړ او قانون شو چې هر مسلمان دې د دوو کافرانو پر وړاندې مقاومت وکړي نه ډېر او دا مسلمانانو ته د خدای یو تخفیف و، چې د لسو تنو کافرانو پر وړاندې د یوه تن مسلمان حکم نسخ کړ او هم راته وواست، که یو تن په دې پلمه چې زاهد یم او څه نه لرم او خپلې مېرمنې ته د نفقې له ورکړې لاس واخلي او قاضي یې په زوره د حق ورکړې ته اړ کړي؛ نو تېری به يې ورباندې کړی وي؟ که وواست چې دا حکم، ظلم دی؛ نو پر مسلمان مو ظلم کړی او که وواست چې عدل دی؛ خو ځان مو محکوم کړی او بیا که څوک د مرګ پرمهال د خپلې شتمنۍ تر درېیمې ډېر بېوزلیو ته وصیت وکړي او قاضیان (د اسلام د حکم له مخې) تر درېیمې ورهاخوا رد کړي (دا د ظلم حکم دی که نه. . .؟ ) او بیا که ګرد خلک لکه چې تاسې یې غواړئ زاهدان وسي او د نورو له ماله څه وانخلي لکه: د قسم کفاره، نذر، زکات، اوښ، پسه، مېږه، غوا، غويي، سره سپین، ممیز او د نورو څيزونو زکاتونه؛ نو دا باید چا ته ورکړو؟

(او که د اسلام حکم داسې وی چې انګېرلي مو وي، چې اسلام ولې دا صدقات فرض کړي دي؟). که مطلب داسې وی چې تاسې یې وایئ، باید هېڅوک د دنیا له شتمنۍ څه پرېنږدي او که څومره په خپله اړمن وي، ټول نورو ته ورکړي. بده لاره مو غوره کړې او پر خلکو یې (هم) ورتپئ. تا له کتاب الله، نبوي سنتو او هغو احادیثو چې قرآن یې تاییدوي ناخبره یاست او همدا ناپوهي مو او د قرآن په دقیقو مطالبو کې تامل نه کول مو، د دې لامل شوي، چې د منسوخ و ناسخ، محکم و متشابه او د امر و نهې له تفسیر او پېژندنې څټ ته پاتې یاست او دې ګړنګ ته یې ورګوذار کړي یاست.

بیا وواست سلیمان بن داوود (علیهما السلام) څنګه سړی و؟

له خدایه یې داسې پاچاهي وغوښته، چې ترې روسته د بل چا لپاره نه ښایي او ((جل اسمه)) خدای یې دعا قبوله کړه، یو پېغمبر و، چې حق یې وایه او عمل یې پرې کاوه، نه خدای پردې غوښتنه ملامت کړ نه کوم مؤمن، تر دې وړاندې حضرت داوود علیه السلام هم و، چې پرېمانه ځواک او پاچاهي یې درلوده، بله بېلګه یې حضرت یوسف علیه السلام و، چې د مصر پاچا ته یې وویل: (( (د مصر) خزانې راوسپاره چې پوه ساتندوی یم)) [یوسف /۵۵] په پای کې واکمنۍ یې مصر او شاوخوا سیمې تر یمنه راونغاړلې او د سوکړې پرمهال به د غلو لپاره له دې سیمو خلک ورتلل، د یوسف علیه السلام وینا او کړه وړه حق ول او څوک مې ونه لیدل چې نیوکه پرې وکړي. او همداراز ذوالقرنین، یو بنده و، چې له خدای سره یې مینه وه او د خدای هم دا ښه ایسېده. خدای ((وزلې)) او د ختیځ او لویدیځ پاچاهي ورکړه، خبرې یې حق وې او کړنې هم او ومې نه لیدل، چې چا نیوکه پرې کړې وي.

 تاسې ټولی، د خدای آداب او روزنه ومنئ، پر امر و نهې یې بسیاینه وکړئ، پر څه چې اشتباه لرئ او خبر ترې نه یاست، یوې خوا ته کړئ او ورباندې پوهېدنه یې پوهانو ته ورپرېږدئ، چې اجر یوسئ او د خدای پر وړاندې معذور وسئ او د قرآن د ناسخ و منسوخ، محکم و متشابه او حلال و حرامو د پېژندو لپاره پوهه ترلاسه کړئ دا لار به مو خدای ته ورنژدې او له ناپوهۍ لرې کړي، ناپوهي ناپوهانو ته ورخوشې کړئ چې ناپوهان ډېر او پوهان ډېر لږ دي او خدای وایي:

(( او د هر عالم پر سر یو عالم شته ( خو له الله سره نه برابر شته او نه ترې پورته))) [یوسف/۷۶]

 

 

 

 

 

 

 

د انسان د پیدایښت او جوړښت په اړه

د امام صادق (رح) وینا

امام صادق علیه السلام ویلي: د انسان ځان پېژندنه داده چې ځان به څلورو طبیعتونو، څلورو ستونو او څلورو ارکانو وپېژني، طبیعتونه یې دادی: وینه، صفرا، باد او بلغم. ستني یې: عقل – پوهېدنه (فهم)، حافظه او علم دي چې له عقله راولاړېږي. ارکان یې: رڼا، اور، روح او اوبه دي او د انسان مخ د انسان خټه ده. انسان په رڼا ویني، په اور خوري څښي او په روح کوروالی او حرکت کوي، په اوبو د خوارک څښاک خوند ننګېري. دا د انساني بڼې بنسټ دی.

که عقل رڼا تایید کړي، نو انسان به عالم، حافظ، ځیرک او هوښیار وي او ښه به پوه شی چې په کومې وضع کې دی، (د نړۍ نعمتونه) له کومه ځایه ور رسي ولې نړۍ ته راغلی او چېرې به ولاړ شي او نږه به پر توحید لګیا شي او پر طاعت به یې اعتراف وکړي.

وینه د انسان په بدن کې کله توده او کله سړه چلېږي (د مزاج تودوخه او سړوخه)، چې وینه توده وي؛ نو انسان مستېږي، سرغړاندېږي، خوشحالېږي، په وژنه، زنا و غلا لاس پورې کوي او ځان پر نورو لوړ بولي او چې وینه سړه شي؛ نو انسان غمجن او خپه کېږي، مړاوی او څيزونه ترې هېرېږي او دا هغه عوارض دي چې د رنځورۍ لاملېږي او ډېر لږ او خورا ساده یې نشته او پیل یې له هغه وخته دی، چې انسان په یوه نامناسب وخت کې داسې خوراک یا څښاک وکړي چې له حال سره یې سازش نه لري او ډول ډول دردناکې رنځورۍ راولاړوي.

او تردې روسته بله خبره هم شته: په رښتیا، د انسان وجودي جوړښت داسې دی چې له اور او تودوخې په ګټنه خوري څښي او کار کوي، په باد اوري او بویوي او د اوبو په برکت د خوارک څښاک خوند ننګېري او په روح خوځي؛ نو که په معده کې یې تودوخه نه وي؛ نو خوراک څښاک پکې نه هضمېږي او که باد نه وي، د معدې اور نه بلېږي او د خوړو پاتې شونې له نس نه وتل او که روح نه وي؛ نو انسان هېڅ خوځښت نه درلود او که د اوبو سړښت نه واي، د معدې تودوخې، معده سوځوله او که رڼا نه وای، نو انسان د لیدو او اندنې له نعمته بې برخې کېده او [انسان طبیعت ته ورته] جوړښت یې له خټې دی، په تنه کې یې هډوکي لکه ونې دي، وېښتان یې پر اندامونو د ګیا او بوټو به څېر دي، اعصاب یې د ونو د پوټکي غوندې دي، وینه یې په بدن کې د بهېدلو اوبو په څېر ده او لکه چې ځمکه بې اوبو نه پايیږي؛ نو تنه هم بې ویني پایښت نه لري او ماغزه د وینې غوړ او ځګ دی.

او بیا د انسان په پيدایښت کې د دې او هاغې نړۍ مواد سره اغږلي شو ي او داچې خدای دا دواړه سره یو ځای کړي (نو له ناچارۍ) ځمکه د بشر هستوګنځی شوی؛ ځکه له اسماني (او ملکوتي) عنصره راکېوتی او چې کله خدای دا دواړه عناصره یو له بله جلا کړي؛ یعنې مرګ راورسي؛ نو د هاغې نړۍ ماده اسمان ته ورستنېږي؛ نو ژوند په ځمکه کې دی او مرګ په اسمان کې (چې ژوندی وی په ځمکه کې وسي او تر مرګ روسته په اسمان کې)، چې کله د روح او بدن ترمنځ بېلتون راشي؛ نو روح او رڼا، ړومبي ځواک او قدرت ته ورستنېږي او بدن چې له دنیوي موادو جوړ شوی، پرېدي او تن پاتېږي او په واقع کې، د انسان بدن په دنیا کې له منځه ځي؛ ځکه باد د بدن اوبه روي، خټه وچېږي، نرمېږي او ورستېږي او هر یو خپل ړومبي عنصر ته ورستنېږي. روح په نفس خوځښت لري او د نفس خوځښت په باد دی، د مؤمن نفس د عقل په ملاتړ یوه رڼا ده او د کافر نفس د شیطنت په ملاتړ یو اور دی؛ نو د کافر نفس د خپل اور له بڼې دی او د مؤمن نفس د خپلې رڼا له بڼې. او مرګ بنده ته د خدای له لوري رحمت او کافر ته عذاب دی.

خدای دوه ډوله عذاب لري: یو د روح له اړخه او بل یو پر بل د خلکو تسلط. ړومبی یې رنځوري او فقر دی او دویم عذاب لکه چې خدای په قرآن کې ویلي: ((او په دې توګه ظالمان یې د کړنو په سزا کې یو پر بل ګومارو)) [انعام/۱۲۹] یعنې د ګناهونو له لامله؛ او هره ګناه چې د روح له اړخ وي، سزا یې رنځوري او نېستي ده او څه چې تسلط دی، د عذاب اړخ لري او دا ټول په دنیا کې د مؤمن سزا او عذاب دی؛ خو کافر په دنیا کې هم عذاب لري او په آخرت کې بد عذابونه. دا دنیوي او اخروي سزاګانې یوازې د ګناه او شهوت له لامله دي توپیر یې دادی، چې مؤمن یې د تېروتنې، هیر، زور او کمزورۍ له مخې کوي او کافر یې په لوی لاس، نټې، تېري او کینې له مخې کوي لکه چې خدای تعالی وايي: ((ډېر کتابوال د کینې له لامله چې په وجود کې یې ریښې ځغلولي، غواړي چې تاسې تر ایمان او اسلام روسته د کفر حالت ته وګرځوي)) [بقره /۱۲۹]

 

 

د امام صادق له حکمته ډکې خبرې

څوک چې عقل نه لري، نه سمېږي.

څوک چې نه پوهېږي، اندیال به نه وي.

څوک چې وپوهېږي، پاکېږي.

زغمناک، برېمنېږي.

پوهه، ډال دی.

رښتیاعزت دی، ناپوهي ذلت دی، پوهېدنه ستریا ده، سخاوت بریالیتوب دی، په خوش اخلاقۍ دوستان موندل کېږي.

څوک چې خپله زمانه وپېژني، تېروتنې به یې راونه نغاړي.

لر اندنه د ګومان ډيوه ده (څوک چې پر یوه څير ګومان لري او مطلب ورته په ډاګه نه وي، باید په احتیاط قدم واخلي، چې مخه یې رڼا شي)، خدای د هغه دوست دی چې یې وپېژني او د هغه دښمن دی، چې په خپلسری یې په پېژندنې لګیا شي.

عقلمن تېرېدونکی دی، ناپوه ناپاکه او چلي دی، که درناوی غواړې نرم او ملایم وسه، که سپکاوی غواړې توندخویه وسه. د چاچې آر عزتمن او ستر وي؛ نو نرمزړی وي او د چاچې عنصر سخت وي، سخت زړي وي، څوک چې (د دندې په کولو کې) ناغېړي وکړي د هلاکت په زخمه کې لوېږي، څوک چې د کار له پایلې ډارېږي ناسنجول شوی دې نه ورګډېږي (بې ګودره به پر اوبو نه ورګډېږي) څوک چې ناخبره په بیړه په یو کار لاس پورې کړي؛ نو خپله پزه یې پرې کړې ده (ځان یې ذلیل کړی) ‎، څوک چې علم نه لري پوهېدنه نه لري او څوک چې ونه پوهېږي، سالم او پاتېدای نشي او څوک چې سالم پاتې نشي، نه عزتمنېږي او څوک چې عزتمن نشي ماتېږي او څوک چې مات شي له ډېرې پړې سره مخېږي او څوک چې دغسې وي وړ دی چې پښېمانه شي.

که کړای شې داسې ژوند وکړه، چې دې و نه پېژني، که خلک دې و نه ستایي؛ څه توپیر نه لري، بلکې که دې وغندي او د خدای پر وړاندې ستایل شوی وسې؛ نو باک نشته. امیرالمؤمنین کرم الله وجهه وویل: (( په ژوند کې یوازې دوو تنو ته خیر دی: ۱- هغه چې هره ورځ پر خپلو نېکیو ورزیاتوي. ۲ – او هغه چې په توبه خپل ګناهونه جبرانوي)).

که کړای شې؛ نو له کوره مه راوځه او که راووتې نو باید: له غیبت، دروغو، کینې، ځانښوونې، دوه مخۍ او غوړه مالۍ ډډه وکړې، د مؤمن عبادتځی کور یې دی، چې پکې خپل روح، سترګې، ژبه او لمن بندیانوی، څوک چې له زړه د خدای نعمت وپېژني، تر شکر ایستنې وړاندې یې نعمت ورزیاتېږي. امام زیاته کړه: ډېر خلک د خدای په ورکړي نعمت مغرورېږي او ډېر خلک د خدای په پردې اچونې لږ لږ د هلاکت خوا ته درومي، ډېر خلک د خلکو په ستاینه تېروځي. زه هغه ته د ژغورنې هیلمن یم چې حق مو وپېژني؛ خو بې له درېیو تنو: د ظالم واکمن ملګری، هوسپالی او بې پروا فاسق. له خدای سره مینه تر ډاره غوره ده، پر خدای قسم، د چاچې دنیا خوښېږي او بې له موږه بل چا ته د اطاعت غاړه کېدي؛ نو خدای یې نه خوښېږي او څوک چې حق مو وپېژني او ښه یې ایسو؛ نو خدای یې ښه ایسي. لاروی وسه نه سرلاری (ریاست غواړی مه وسه) پېغمبراکرم ویلي: څوک چې وډار شي، خوله یې ټپېږي (او هر څه نه وایي).

 

 

د امام صادق لنډې ویناوې، چې د پند، حکمت، زهد، اخلاقو او. . . په باب ترې روایت شوي دي

۱ – څوک چې د خلکو په اړه د انصاف چلن غوره کړي؛ نور یې قضاوت ته غاړه ږدي.

۲ – د ظلم په پېر کې چې خلک یې خاین او بې وفا وي؛ نو پر هر چا ډاډمنېدل بېوسي ده.

۳ – په کړاو پسې چې کړاو راشي؛ نو د ژغورنې (او عافیت) پېر رارسي.

۴ – که غواړې چې د خپل دوست د پاکۍ روستي کچه درمعلوم شي؛ نو غوسه یې کړه؛ که پر دوستۍ دې پایښتی پاتې شو، دوست دې دی که نه، رور دې نه دی.

۵ – د چا په دوستۍ مه ډاډمنېږه، خو داچې درې ځل دې غوسه کړی وي.

۶ – سلو په سلو کې دې پر رور مه ډاډمنېږه (او ټول رازونه دې ورته مه وایه) چې د پوره ډاډ له لامله راپرځېدل نه جبرانېږي.

۷ – اسلام ټیټه درجه ده، ایمان اوچته درجه ده او یقین تر ایمان یوه درجه اوچت دی او څه چې خلکو ته ورکول شوي تر یقینه لږ دي.

۸ – د غرونو خوځول د زړونو تر خوځولو خورا اسان دي.

۹ – ایمان په زړه کې دی او یقین الهامونه دي.

۱۰ – په دنیا پورې زړه تړنه د غم او خپګان لاملېږي او په ورشا کولو یې روحي او جسمي راحت رادبرېږي.

۱۱ – د ښه ژوند برخه: د کرایي کور درلودل او ډوډۍ پېرنه ده.

۱۲ – دوو تنو د امام په مخ کې شخړه وکړه، ورته یې وویل: هن! څوک چې په زور بریالی شي؛ نو بریا یې ښه نه ده او څوک چې له خلکو سره بد وکړي؛ نو نه ښایي چې د خلکو له بدۍ خپه شي.

۱۳ –له دوستانو سره اړیکه؛ په وطن کې د یوه بل لیدو کتو ته ورتلل او د سفر پرمهال لیک استول دي.

۱۴ – مؤمن په درېیو ځانګړنو سمېږي: د دین زده کړه، په ژوند کې سمه کچه خپلول او پر ستونزو زغم کول.

۱۵ – پر مؤمن دې خپل شهوت لاسبری نشي او ګېډه یې پت له منځه یونسي.

۱۶ – شل کلن ملګرتوب [یو ډول] خپلوي ده.

۱۷ – نیکي له عیالوالو او دینوالو سره وړ ده او هغوی ډېر لږ دي چې د ښو شکر وباسي.

۱۸ – په رښتیا، مؤمن ته چې پر نېکیو امر او له بدیو منع وشي؛ نو پند اخلي یا ناپوه یې زده کوي؛ خو جلاد چې کوړه او توره ورسره ده [ پند یا ښوونه] نه مني [ او مخنیوي ته یې امر و نهې بسیا نه ده].

۱۹ – یوازې هغه پر نېکیو امر او له بدیو منع کړای شي، چې درې ځانګړنې ولري: پر څه چې امر او له څه چې نهې کوي ورباندې پوه وي ( ښه او بد وپېژني)، په امرو نهې کې عادل وي ( له پولي وانه وړي) په مهربانۍ امرو نهې وکړي.

۲۰ – څوک چې [د زمینې او لارې چارې په نشتون کې] پر ظالم واکمن نیوکه وکړي؛ نو د واکمن له لورې چې څه کړاو وویني؛ نو ثواب به یې یو نسي او ( پردې کړاو) زغم به یې روزي نشي.

۲۱ – خدای یوې ډلې ته نعمتونه ورکړل؛ خو شکر یې و نه کړ؛ نو نعمتونه یې د عذاب لامل شول او ځینې یې پر سختیو اخته کړل؛ خو صبر یې وکړ نو سختۍ پرې نعمت شوې.

۲۲ – د ژوند مصلحت او له خلکو سره معاشرت د ډکې پیمانې [په څېر] دی، چې دوه برخې یې ځیرکي او یوه یې [ د نورو پر عیبو او نیمګړتیاوو] تغافل، ناګارېدل او سترګې پټول دي.

۲۳ – د ځواکمنو غچ اخستنه څومره ناوړه (چار) دی.

۲۴ – وپوښتل شو: نارینتوب څه دی؟ امام وویل: خدای چې له کوم ځایه منع کړی یې ودې نه ویني او د کوم ځای یې چې امر درته کړی، ناسوب دې ونه ویني.

۲۵ – چاچې نعمت درکړی مننه یې وکړه او هغه ته نعمت ورکړه چې یې مننه درنه کړې ده؛ ځکه په مننې نعمت له منځ نه ځي او په ناشکرۍ ځي او مننه، د نعمت د ډېروالي او له فقر د بچېدو لاملېږي.

۲۶ – د اړتیا نه پوره کېدل تردې غوره دي، چې له نا اهله یې د پوره کولو هیله وکړې او تر مصیبت خورا سخته خو داده، چې بدخلقي [او بې صبري] پرې وکړې.

۲۷ – وپوښتل شو: بلاغت څه دی؟ و یې ویل: څوک چې پر یو څه پوه شي (او مطلب ورته څرګندوي؛ نو) خبره یې لنډېږي (اوږده وینا پر مطلب د تسلط نشتون راښيي) او ((بلیغ)) ته ځکه ((بلیغ)) وایي چې په ډېر لږ زحمت خپل مطلب (نورو ته) رسوي.

۲۹ – پور، د شپې غم او د ورځې ذلت دی.

۳۰ – که د خپلې دنیا چار دې سمسمکی (او د خپل مراد له مخې) شو؛ نو پر دین دې بدګومانه شه (ځکه چې دین دې خراب نشي؛ نو دنیا دې نه ابادېږي)

۳۱ – له پلرونو سره ښه چلن وکړئ، چې اولادونه مو همدغسې درسره وکړي، د خلکو له ښځو سره خیانت مه کوئ، چې ښځې مو خاینې نشي.

۳۲ – څوک چې خاین ته امانت وروسپاري؛ نو خدای به یې د ساتلو ضامن نه وي.

۳۳ – امام صادق ((حمران بن اعین)) ته وویل: د ځواکمنی پر وخت دې تر لاس لاندې ته ووینه نه له لاسه پاسه ته؛ ځکه دا دود دې د خدای پر درکړې برخې له قناعت سره وړ او د نعمت د زیاتوالي استحقاق دې ښه کوي. پوه شه چې خدای ته تل په یقین لږ کړه وړه تر بې یقینه ډېرو کړو وړو غوره دي. پوه شه ډېره ګټوره پرهېزګاري داده چې له حرامو ډډه وکړې او د مؤمنانو له ځورونې او غیبته ځان وساتې، خوش اخلاقي خوندور ژوند دی. په کافي لږو قناعت کول، خورا ګټور دي او تر ځان ستر ګڼلو زیانمنه ناپوهي نشته.

۳۴ – حیا دوه ډوله ده: یوه د کمزوري او بله د قوت، اسلام او ایمان له مخې ده.

۳۵ – (د روڼو) د حقوقو نه ورکول د خوارۍ لاملېږي او سړی (د معذرت غوښتنې لپاره) دروغو ته اړېږي.

۳۶ – که له ډلې یو تن سلام واچوي یا یې ځواب کړي (؛ نو ) کفایت کوي.

۳۷ – سلام اچول مستحب او ځوابول یې فرض دي.

۳۸ – څوک چې له سلام اچولو مخکې خبره وکړي، ځواب یې مه ورکوئ.

۳۹ – په رښتیا په وطن کې د سلام اوچت برید لاس ورکول او چې له مسافرته راستون شي، روغبړ ورسره کول دي.

۴۰ – یو بل ته لاسونه ورکړئ چې کینه له منځه وړي.

۴۱ – الهي تقوا خپله کړئ که څه ډېره لږه وي، او د ځان او خدای تر منځ پرده واچوئ که څه نرئ هم وي ( پرده مه څېروئ)

۴۲ – څوک چې د غوسې، تمې، ډار او شهوت پرمهال ځان وساتي، خدای یې پر اور بدن حراموي.

۴۳ – سلامتي او عافیت یو پټ نعمت دی، چې وي هېرېږي او چې ولاړ شي رایادېږي.

۴۴ – په خوښیو کې د خدای نعمت د فضل او لورنې له مخې او په سختیو کې د ګناهونو لرې کولو ته دی.

۴۵ – څه نعمتونه خدای خپل بنده ته ورکوي، بې له دې چې بنده یې هیله کړې وي او ډېر هیلمن دي چې خیر یې په بل څه کې وي (نه په هیلو کې) او ډېر وګړي شته چې د خپل مرګ پر لور ور درومي؛ خو د خپلې برخې تر لاسه کولو لپاره سستي کوي.

۴۶ – څوک چې هر کړاو ته زغم، هر نعمت ته شکر او هرې ستونزې ته حل لار زېرمه نه کړي؛ نو پاتې راځي، په هر کړاو او د اولاد او شتمنۍ په ورکړه کې زغم خپل کړه؛ ځکه خدای خپل امانت او ورکړه بېرته اخلي، چې ستاسي شکر ایستنه او زغم وازمېیي.

۴۷ – هر څه یوه اندازه لري، وپوښتل شو: د یقین اندازه څه ده؟ و یې ویل: داچې بې له الله له چا و نه ډارېږې.

۴۸ – له مؤمن سره وړ ده چې اته ځانګړنې ولري: په کړکېچونو کې ثابت او په کړاوونو کې زغمناک، په پراخی کې منندوی او پر خدای ورکړې روزۍ قانع وي، پر دښمنانو (هم) تېری و نه کړي، ځان پر دوستانو ونه تپي، بدن یې ورنه په رنځ او خلک یې له شتو نه په راحت کې وي.

۴۹ – په حقیقت کې علم د مؤمن دوست، حلم یې مرستندوی (وزیر) صبر یې لښکر مشر، ګوذراه یې رور او نرمي یې پلار دی.

۵۰ – ((ابوعبیده)) امام صادق ته وویل: دعا راته وکړه، چې الله مې روزي بندګانو ته ونه سپاري. امام وویل: خدای خو د ځینو بندګانو روزي ځینو ته ورسپارلې؛ خو دعا وکړه: چې روزي دې نېکانو ته وسپاري، چې دا یوه نېکمرغي ده او بدانو ته یې ورنه سپاري، چې په واقع کې یوه بدمرغي ده.

۵۱ – څوک چې په پټو سترګو او بې لیده څه کوي، د لارورکي لاروي په څېر دی چې څومره ګړندی روان وي؛ نو هومره لرې کېږي.

۵۲ – د دې آیت: (( له الله ووېرېږئ لکه څنګه چې د وېرې حق یې دی)) [ آل عمران/۱۵۳)] په تفسیر کې یې وویل: لازمه تقوا داده چې اطاعت وکړي او ګناه و نه کړي، یاد شي او له یاده ونه وځي، مننه ترې وشي او ناشکري یې ونشي.

۵۳ – څوک چې خدای وپېژني، ترې وډار شي، څوک چې له الله وډار شو، نفس دې یې له دنیا لاس واخلي.

۵۴ – ډارن هغه دی چې (له خدایه) ډار یې خوله وره ژبه ورټپه کړي (او تل چوپ وي).

۵۵ – یو شمېر کسانو ګناهونو ته ملا تړلې او وایي: د خدای رحمت ته هیلمن یو او تر مرګه یې همدا کار وي. امام وویل: ښه یې ایسي چې په هیلو کې وڅري، دروغ وايي، هیلمن نه دي، څوک چې څه ته هیلمن وي په لټه کې یې وي او څوک چې له څه ډارېږي، ترې تښتي.

۵۶ – هغه مو ښه ایسي چې: عقلمن، عالم، فهیم (پوهېدونکی)، دینپوه، زغمناک، ګوذاره کوونکی، صابر، رښتین او باوفا وي، خدای پېغمبران په ښو اخلاقو ځانګړي کړل، څوک چې ښه خوی په ځان کې وویني د خدای شکر دې وباسي او څوک یې چې نه لري په عاجزۍ او زارۍ دې یې له خدایه وغواړي، وپوښتل شو: ښه خویونه کوم دي؟ و یې ویل: پرهېزګاري، قناعت، صبر، شکر، زغم، حیا، سخاوت، زړورتوب، غیرت، رښتیا ویل، احسان، امانت، یقین، ښه خوی او مړانه.

۵۷ – د ایمان ټینګې کړۍ: د خدای په لار کې دوستي او دښمني کول او د خدای لپاره ورکړه او نا ورکړه.

۵۸ – تر مرګ روسته په انسان پسې یې یوازې درې کړنې ورځي: پر ژوند یې چې د خدای لپاره کومه صدقه ورکړې وي او تر مړینې روسته یې هم جاري وي (لکه وقف شوي مالونه، که پر خپل حال یې پرېږدي) ښه دود یې چې پرېښی وي او روسته عمل پرې وشي او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي.

۵۹ – څوک چې لمانځه ته اودس وکړي او دروغ ووایي، اودس یې ماتېږي، لکه چې په دروغو روژه ماتېږي، یو وویل: دروغ وایو؛ نو روژه مو ماتېږي؟ و یې ویل: نه چټي دروغ، پر خدای، پېغمبر او امامانو پسې دروغ ویل، روژه یوازې خوراک څښاک نه دی. حضرت مریم علیها السلام وویل: (( لوراند خدای ته مې روژه نذر نیولې)) [ مریم/۲۶] یعنې د چوپتیا روژه؛ نو ژبې وساتئ، سترګې ټیټې کړئ ( نامحرمو ته مه ویني) کینه مه کوئ او لانجې مه کوئ چې کینه ایمان خوري لکه اور چې خس خوري.

۶۰ – څوک چې خدای ته څه ورزده کوي، نه پوهېږی چې عرش یې لړزېږي (ښایي مطلب، پر خدای دروغ ویل او تور تړل وي)

۶۱ – خدای پوهېږي چې مؤمن ته ګناه تر ځانخوښونې غوره ده، که نه بیخي یې یو مؤمن هم پر ګناه نه اخته کاوه.

۶۲ – څوک چې په خپله بد وي، له خپله لاسه به پر عذاب وي.

۶۳ – نیکي د خپلې نامې په څېر نېکه ده او یو څيز هم تر نېکۍ غوره نه دی؛ خو بدله یې. نیکي یوه ډالۍ ده چې خدای یې خپل بنده ته ورکوي او داسې نه ده چې څوک وغواړي له خلکو سره نېکي وکړي ویې کړای شي او نه څوک چې نیکۍ ته څوبمن وي له لاسه یې پوره شي او نه د چا له وسې چې پوره شي او نه د چا له وسې چې پوره وي، توفیق او اجازه یې ولري چې کله خدای پر خپل بنده منت ږدي؛ نو څوبتیا، وس او توفیق ور پربرخه کوي؛ نو دادی چې د نیکۍ غوښتونکي او نیکچاري ته نیکمرغي او عزت پوره کېږي.

۶۴ – درته ګران او منلی نعمت یوازې په مننې او شکر زیاتېږي او سختي یوازې په صبر کمېږي.

۶۵ – ښځه او غوسه د شیطان پیاوړی لښکر دی.

۶۶ – مؤمن ته دنیا زندان، صبر ډال او جنت هستوګنځی دی او کافر ته دنیا جنت، قبر زندان او دوزخ هستوګنځی دی.

۶۷ – خدای د مرګ په څېر بې شکه یقین پیدا کړی نه دی، چې بې یقینه شک ته ورته وي (مرګ چې څومره پرېکونی دی؛ خو بیا هم هر شکمن ترې غافل دی)

۶۸ –که کوم بنده مو ولید چې د خلکو د ګناهونو په لټه کې دی او خپله ګناه یې هېره کړې؛ نو پوه شئ چې [شیطان] غولولی دی.

۶۹ – خوړونکی چې شکر کاږي اجر یې د روژتي اجر په څېر دی او د روغ منندوی بدله د صابر کړمن په څېر ده.

۷۰ – څوک چې پوهه نه لري، نه ښایي چې نېکمرغه وګڼل شي، چې مینناک نه وي، نه ښایي چې وستایل شي، چې صابر نه وي، نه ښایي پوره وګنل شي او هغه چې د عالمانو له ټپسورۍ ډډه نه کوي، نه ښایي دنیوي او اخروي ښېګڼو ته یې هیله ولرو، عقلمن ته ښایي چې رښتیا وایي، چې خبره یې ومنل شي او منندوی وسي، چې (نعمتونه) ورزیات کړای شي.

۷۱ – خاین دې چې ازمېیلی، روا درته نه ده چې امین یې وګڼې او هغه دې چې امین ګڼلی، روا نه ده تورن یې کړې.

۷۲ – وپوښتل شو: څوک خدای ته ډېر ګران دی؟ و یې ویل: هغه چې خدای ډېر یاد او ډېر یې طاعت وکړي. ( راوي وایي) و مې ویل: څوک د خدای ډېر بد ایسي؟ و یې ویل: هغه چې خدای تورن کړي؟ امام وویل: هو ‎!هغه چې له خدایه یې خیر غوښتی او چې ورکړای شوی؛ نو خوښ شوی یې نه دی او غوسه شوی؛ نو (په حقیقت کې) خدای یې تورن کړی دی. و مې ویل: بل څوک؟ و یې ویل: هغه چې له خدایه شکایت وکړي، وویل شول: څوک به وي چې له خدایه شکایت کوي؟ و یې ویل: هو! هغه چې پر کړاو اخته شي؛ خو هومره کړېدلی نه وي، چې څومره شکایت ترې کوي. و مې ویل: بل څوک؟ امام وویل: هغه چې د ورکړې پرمهال شکر ونه کاږي او د کړاو پر وخت صبر و نه کړي. وپوښتل شو؛ نو څوک خدای ته ډېر ګران دی؟ و یې ویل: هغه چې د ورکړې پرمهال منندوی او د کړاو پر وخت صابر وي.

۷۳ – ژر خپه کېدونکی انسان ملګري نه لري، کینه کښ نه مړېږي او په حکمت کې ډېره پاملرنه کول عقل پیاوړی کوي.

۷۴ – له خدایه ډار کافي پوهه ده او پر خدای غره کېدل کافي ناپوهي ده.

۷۵ – غوره عبادت: د خدای پېژندل او ورته عاجزي ده.

۷۶ – یو عالم تر زرو عابدانو، زرو زاهدانو او زرو [ په عبادت کې له ناپوهو] هڅاندو غوره دی.

۷۷ – هر څه زکات لري او د علم زکات، وړ ته یې ورښوونه ده.

۷۸ – قاضیان څلور ډوله دي: درې یې دوزخیان او یو یې جنتي دی:

۱ – هغه چې پوهېږي په ظلم قضاوت کوي دوزخ ته ځي.

۲ – هغه چې نه پوهېږي په ظلم قضاوت کوي [هم] په دوزخ کې دی.

۳ – هغه چې نه پوهېږي او په حق قضاوت کوي، دا هم دوزخي دی (چې صلاحیت یې نه لري او قضاوت کوي)

۴ – هغه چې پوهېږي او پر حق پرېکړه کوي؛ نو دا جنتي دی.

۷۹ – وپوښتل شو: څوک عادل دی؟ و یې ویل: هغه چې له نا محرمو سترګې پتې کړي، ژبه له ناروا وساتي او له ظلم کولو ډډه وکړي.

۸۰ – خدای چې له خلکو هر مکلفیت پټ کړی [ او ابلاغ کړی یې ورته نه وي] نو پر وړاندې یې تر هغه مسوولیت نه لري، چې ورته اعلان شي.

۸۱ – (( داود رقي)) ته یې وویل: که لاس دې ترڅنګلې د ښامار په خوله کې ورننباسې تردې درته غوره ده، چې نوي راټوکېدلو شتمنو ته یې وروغځوې.

۸۲ – د اړتیاوو پوره کېدل د خدای په لاس کې دي او تر خدای روسته یې اسباب بندګان دي چې اړتیاوې پوره کوي؛ نو کومه اړتیا مو چې خدای درپوره کړه په مننې یې ومنئ او څه چې په لاس درنغلل په خوښۍ، تسلیم او صبر غاړه ورته کېدئ؛ ځکه ډېر ځل دا بې برخېتوب درته غوره دی؛ ځکه خدای مو پر صلاح ښه خبر دی او تاسې نه پوهېږئ.

۸۳ – له بنیادمه د بنیادم غوښتنه پخپله یوه فتنه ده، که یې ورکړي له هغه به مننه وکړي چې ورکړه یې په لاس کې نه وه او که ور یې نه کړي، هغه به یې غندلی وي، چې درېغ کړې یې ترې نه ده [ځکه ورکوونکی او نه ورکوونکی یوازې خدای دی او بنده تش وزله ده. ]

۸۴ – خدای هر خیر په اسانۍ کې ایښی دی.

۸۵ – له پرېوتو خلکو سره ناسته پاسته مه کوه، چې خیر پکې نشته.

۸۶ – کله انسان له کوشني ذلته چنږیږي او ځان په ستر ذلت کې اچوي.

۸۷ – انسان ته خورا ګټور څیز دادی مخکې تردې چې نور یې نیمګړتیاوې ورپه ګوته کړي، خپله یې ومومي. د لاس اړۍ پټول تر هر څه ستونزمن دي. خورا بې ارزښته څیز، پند نه منونکي ته نصیحت کول او حریص ګاونډی دی. غوره هوساېنه له خلکو نهیلي ده. بې زغمه او بدخویه مه وسه او هغه چې درباندې لوړتیا او امتیاز لري، ځان دې ورسره جوړجاړي ته چمتو کړه؛ ځکه د هغه په غوراوي دې اعتراف کړې چې مخالفت به ورسره نه کوې او هغه چې څوک تر ځان لوړ نه بولي، ځانخوښی او مستبد دی او پوه شه څوک چې د خدای پر وړاندې عاجزي و نه کړی عزت نه لري او هغه چې د خدای لپاره عاجزي و نه کړي سرلوړي به ترلاسه نه کړي.

۸۸ – ګوته پر لاسول سنت دي.

۸۹ – ګران ملګری مې هغه دی، چې عیبونه مې راډالۍ کړي.

۹۰ – ملګرتوب او دوستي خپل شرایط غواړي او څوک چې دا پولې او شرایط ولري؛ نو رښتونی دوست دی که نه دوست یې مه بوله: ړومبی ‎: دننه او دباندې یې درسره یو وي، دویم: ښکلا دې ښکلا او بدرنګي دې بدرنګي وبولي، درېیم: که د مقام او پانګې خاوند شو، حالات او چلن یې درسره وانه وړي. څلورم: څه چې ورسره وي درنه یې ونه سپموي. او پینځم شرط چې ګردې ځانګړنې رانغاړي، دادی چې په سختیو کې دې ځانته پرېنږدي.

۹۱ – له خلکو سره ښه چلن درېیمه برخه عقل دی.

۹۲ – موسکا د مؤمن خندا ده.

۹۳ – توپیر راته نه لري، چې امانت مې خاین ته وسپارم یا ضایع کوونکي ته (چې ورته په ټیټ کتو یې ورک کړي)

۹۴ – ((مفضل)) ته يې وویل: د شپږو ځانګړنو سپارښتنه درته کوم چې باید لاریانو ته مې یې ووایې: مفضل وویل: ښاغلیه! کومې دي؟ و یې ویل: ۱ – امانت یې خپل خاوند ته وروسپاره.

۲ – څه چې ځان ته غواړې، خپل رورته دې هم وغواړه.

۳ – پوه شه چې هر کار پایلې لري؛ نو له پایلو یې ډډه وکړه.

۴ – چارې، نا اټکل شوې پېښې لري، پام دې ورته وسه

۵ – پر داسې غره مه ورخېژه چې ورختل پرې اسان او راستېدل ترې ستونزمن وي ( پر هغه لار مه ځه چې تګ پرې اسان؛ خو راتګ پرې ستونزمن وي. )

۶ – کومه ژمنه دې چې له لاسه پوره نه وي، له خپل رور سره یې ژمنه مه کوه.

۹۵ – درې څيزونه دي، چې خدای یو هم ترې معاف کړی نه دی:

۱ ـ له مورو پلار سره نیکي که ښه وي که بد.

۲ ـ له نېکچاري او بدچاري سره د ژمنې پوره کول.

۳ ـ نېکانو او بدانو ته یې د امانت ورکول.

۹۶ ـ پر درېیو تنو لورېږم، چې د لورنې وړ دي: کوم ستر چې ذلیل شوی وي، شتمن چې اړمن شوی وي او هغه عالم چې خپلې کورنۍ او ناپوهانو ورته ټیټ کتلي وي.

۹۷ ـ څوک چې په دنیا پورې زړه وتړي درې ځانګړنې به یې راونغاړي:

۱ ـ ناپایه غم و خپګان.

۲ـ هیله به یې ترلاسه نشي.

۳ ـ خپلې هیلې ته به و نه رسي.

۹۸ – د مؤمن په خټه کې دروغ او خیانت نشته او په منافق کې دوه ځانګړنې نه راټولېږي: برسېرنه ښکلا او پر سنتو نه پوهېدل.

۹۹ – خلک د ږومنځې د غاښونو په څېر (یو له بل سره برابر) دي او سړی په خپل رور زیاتیږی او د هغه په دوستۍ کې به څه خیر نه وي، چې څه ځان ته غواړي، درته یې ونه غواړي.

۱۰۰ – ((فقه)) [ پر دیني احکامو پوهېدنه] د ایمان ګاڼه ده، زغم د فقهې ګاڼه ده، ګوذاره د زغم ګاڼه ده، نرم چلن د ګوذارې ګاڼه ده او اساني کول د نرم چلن ګاڼه ده.

۱۰۱ – هغه دوست دې ځان ته زېرمه کړه، چې درې ځل درباندې غوسه شو؛ خو ناسزا یې درته ونه ویله.

۱۰۲ – پر خلکو به داسې وخت راشي چې تر هر څه به خوږ ملګری او د حلالو عایداتو تر لاسه کول ډېر لږ موندل کېږي.

۱۰۳ – څوک چې د تورنېدو په ځای کې وي، نه ښایي چې پر ځان بد ګومانه پړ وبولي، څوک چې خپل راز ساتي، تل خپل واک ورسره وي، د هرې خبرې [خبرېدنه] چې له دوو تنو تېره شوه؛ نو خپرېږي، د خپل رور کړه وړه دې ښه وبوله چې خبرې ته یې ښه مخونه ومومې او په بدۍ یې مه مانا کوه، رښتین روڼه له لاسه مه ورکوه، چې په هوساېنه کې زېرمه او د سختی پرمهال د بلا ډالونه دي، په خبره کې دې له خدایه ډارېدونکیو سره سلامشوره کوه. دوستان، د دوی د پرهېزګارۍ هومره دوست وبوله، له بدو ښځو ځان وساته او له نېکو یې هم ډډه کوه او که پر نېک چار یې امر درته وکړ مه یې منه، چې په بدکار کې یې تمه درته پیدا نشي.

۱۰۴ ـ منافق چې له خدای او استازي یې کومه خبره روایت کړي، دروغ وایي، چې ژمنه ورسره وکړي، سرغړونه کوي که واکمن شي، د خدای په مال کې له خدای او پېغمبر سره خیانت کوي، لکه چې خدای ویلي: (( له خدای سره یې کړې ژمنه پوره نه کړه او داچې دروغ یې ویل خدای یې – له هغه سره د ملاقات تر ورځې – په زړونو کې د نفاق پایلې پرېښووې))[توبه/۷۷] او ویلي یې دي: (( او که وغواړي خیانت درسره وکړي، تردې وړاندې یې (هم) له خدای سره خیانت کړی او خدای ورباندې لاسبری کړې او خدای پوه حکیم دی)) [ انفال/۷۱].

۱۰۵ ـ نارینه ته همدا خواري او رسوایي بس ده، چې د شهوت جامې واغوندې یا پر مشهور څاروي سپور شي، وپوښتل شو: مشهور څاروی یعنې څه؟ و یې ویل: ابلق (دوه رنګی)

۱۰۶ ـ هله، د ایمان حقیقت ته وررسئ، چې ډېر پردی مو د خدای لپاره ښه وایسي او ډېر نژدې مو د خدای لپاره بد وایسي.

۱۰۷ ـ څوک چې له زړه نه د خدای ورکړی نعمت وپېژني او پوه شي چې نعمت ورکوونکی خدای دی؛ نو شکر یې ایستلی که څه په خوله شکر ونه کاږي او څوک چې پوه شي چې خدای د ګناهونو سزا ورکوي؛ نو بښنه یې غوښتې، که څه په خوله یې ونه وایي، ورپسې امام دا آیت ولوست: ((او څه چې په زړونو کې لرئ که ښکاره یا یې پټ کړئ، خدای به د همدې له مخې حساب درنه واخلي؛ نو چا ته یې چې خوښه شي بښي او چاته یې چې خوښه شي سزا ورکوي او الله پر هر څه قادر دی)) [بقره/۲۸۴]

۱۰۸ ـ له دوو هلاکوونکیو ځانګړنو ډډه وکړئ: په خپله رایه فتوا ورکول او په ناپوهۍ یو څه په دین پورې ورتړل.

۱۰۹ ـ ابوبصیر ته یې وویل: ابومحمده! (دا یې بله نامه ده) د خلکو په ګروهو کې پلټنه مه کوه، چې بې دوسته پاتېږي.

۱۱۰ ـ (د قرآن د سپارښتنې له مخې) ښه تېرېدنه داده، چې پر ګناه یې ونه نیسې او ښه صبر هغه دی چې شکایت پکې نه وي.

۱۱۱ ـ که په چا کې څلور ځانګړنې وي مؤمن دی، که څه سر تر پښو ګناه وي: رښتیا ویل، حیا، ښه چلن او مننه.

۱۱۲ ـ چې ډارن او هیلمن نه وسې، مؤمن نه یې او د څه لپاره چې ډارېږې او هیلمن یې عمل ورته ونکړې؛ نو ډارن او هیلمن نه یې.

۱۱۳ – ایمان په برسېرن سازۍ او هیلو نه دی؛ بلکې ایمان هغه دی چې سوچه په زړه کې وي او عمل یې هم تصدیق کړي.

۱۱۴ ـ سړی چې له دېرشو کلونو واوړي ((پوره)) دی او چې له څلوېښتو تېر شو زوړ دی.

۱۱۵ ـ خلک د توحید په اړه درې ډوله دي: “معترف” (چې د خدای په ایکي یو توب ګروهن دي)، “منکر” ( چې له خدایه منکر دي)، “مشبه” ( چې خدای له بندګانو سره ورته کوي)، “منکر” پر باطلو دي، “معترف” پر حق دي او “مشبه” مشرکان دي

۱۱۶ ـ ایمان، (په خوله) اقرار، ( په غړیو) کړه وړه او (په زړه) نیت دی او اسلام یوازې اقرار او کړه وړه دي.

۱۱۷ ـ د ځان او خپل رور ترمنځ دې حرمت له منځه مه وړه لږ یې پرېږده؛ ځکه د حرمت منځه تګ پرده څيروي او پاتېدل یې دوستي غځوي.

۱۱۸ ـ څوک چې خپل رور وځوروي او خجالت ورکړي؛ نو له نښلونه ورسره بې برخېږي او څوک یې چې خپه کړي حرمت یې له منځه وړي.

۱۱۹ ـ یو تن امام صادق ته وویل: په عقیق [د یوه ځای نامه ده] کې ګوښی ناست یې او یوازېتوب دې ښه اېسېدلی، ولې؟ و یې ویل: ته هم که د یوازېتوب خوند وڅکې، له ځانه به دې هم وتښتې، بیا یې وویل: په یوازېتوب کې چې د انسان ډېره لږه ګټه هم برخه کېږي له خلکو سره له چلنه هوساینه ده.

۱۲۰ ـ خدای چې چاته د دنیا ورپرانځي؛ نو د حرص دوه ورونه هم ورپرانځي.

۱۲۱ ـ مؤمن په دنیا کې مسافر دی، د دنیا له ذلت دې بې صبري نه کوي او له دنیا والو سره دې د دنیا د عزت پر سر سیالي نه کوي.

۱۲۲ ـ وپوښتل شو، د هوساېنې لار راوښیه؟ و یې ویل: له ځاني غوښتنو سره مخالفت. وپوښتل شو: ( څوک چې په دې لار کې ګام کېدي) کله موخې ته ور رسي؟ و یې ویل: پر ړومبی ورځ چې جنت ته ورننوځي.

۱۲۳ ـ خدای دې کله هم په منافق او فاسق کې برسېرنه ښکلا، پر دین پوهېدنه او ښه خوی راټول نه کړي.

۱۲۴ ـ د اوبو خوند، ژوند دی، د خوړو خوند، قوت دی او د بدن کمزوري او قوت د پښتورګو د وازدو له کمښته ( او ډېرښته) دی او ماغزه د عقل مرکز دی، سخت زړي او زړه سواندي په زړه کې دي.

۱۲۵ ـ کینه دوه ډوله ده: د بېلارۍ له مخې کینه او د ناخبرۍ له مخې.

د ناخبری له مخې کینه داده چې پرښتو خدای ته وویل: (( یعنې ځایناستی له موږ وټاکه او دا خبره یې د بېلارۍ او انکار له وجهې و نه کړه)) او دویم ډول کینه، بنده کفر او شرک ته ورکاږي، چې د ابلیس کینه وه، چې د خدای امر یې ونه مانه او آدم ته یې له سجدې سرغړونه وکړه.

۱۲۶ ـ خلک د ((قدرت)) په مساله کې درې ډوله دي: ځینې انګېري چې چارې ورسپارل شوي ( او ځان خدای ته نا اړه او پر هر کار وسمن بولي) دوی د خدای قدرت کمزوری ګڼلی او هلاکېدونکي دي او یو شمېر ګومان کوي چې خدای بندګان ګناه ته اړ کړي او (بشر څه واک نه لري او په عین اړمنتوب کې د ګناه پر پرېښوولو مکلف دي او خدای) له وسې ورهخواه پېټی وربندې ایښی، په دې قضاوت کې یې خدای ظالم ګنلی او هلاکېدونکي دي او یوه ډله ګروهن دي چې خدای د وسې له مخې مکلفیت ږدي او تر وسې هخوا یې پېټي ایښی نه دی، که نیکي وکړي باید شکر یې وکاږي او که بد وکړي بښنه وغواړي، دوی پوره مسلمانان دي.

۱۲۷ – پر لار په بیړه تلل، د مؤمن وقار او هیبت له منځه وړي او رڼا یې تتوي.

۱۲۸ – ظالم موړ د خدای بدې ایسي.

۱۲۹ – غوسه، د حکیم زړه له منځه وړي څوک چې خپله غوسه کابو کولای نشي، پر خپل عقل به هم لاسبری نه وي.

۱۳۰ – ((فضیل بن عیاض)) وایی: امام صادق (رح) راته وویل: شحیح پېژنې؟ و مې ویل: شحیح بخیل دی، و یې ویل: نه، شح تر بخله اوچت دی، بخیل په خپل مال کې بخل کوي؛ خو شحیح پر خپل مال سربېره د خلکو په مال کې هم بخل کوي، تر دې څه چې خلکو په حلالو یا حرامو راټول کړي وي، د ده دې وي، بیخي نه مړېږي او د خدای له روزۍ ګټه نه پورته کوي.

۱۳۱ – په واقع کې بخیل هغه دی چې په حرامو یې شتمني راټوله کړې وي او بې ځایه یې لګوي.

۱۳۲ – خپل یو لاروي ته یې وویل: ولې دې رور درنه شکایت لري؟

و یې ویل: ځکه خپل ټول حق مې ترې واخست، امام غوسناک کېناست او و یې ویل: لکه چې ټول حق دې ترې واخلې؛ نو بد به دې کړې نه وي؟ ووایه، پوه شم، چې خدای د یو شمېر کسانو په اړه وایي: د حساب له ((بدۍ)) ډارېږي، وېرېږي چې خدای ظلم ورباندې کوي؟ نه، ډارېږي چې خدای خپل ټول حق واخلي او خدای دا ((سو الحساب – ناوړه حساب)) ونوماوه؛ نو څوک چې خپل ټول حق وغواړي (او په لازمو ځایونو کې تېرېدنه و نه لري)؛ نو بد یې کړي دي.

۱۳۳ – ډېره حرام خوري، روزي له منځه وړي.

۱۳۴ – بد اخلاقي، تنګلاسي راولي.

۱۳۵ – ایمان تر اسلام یوه درجه اوچت دی، تقوا تر ایمانه یوه درجه اوچته ده او د ایمان ځینې مرتبې تر ځینو لوړې دي. شونې ده چې مؤمن یوه صغیره ګناه وکړي، چې خدای یې د دوزخ ژمنه کړې نه وي او وایي: (( که له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، چې ترې منع کېږي؛ نو له وړو ګناهونو به مو تېر شو او ډېر ښه ځای ته به مو ورننباسو)) [نسا/۳۱] او شونې ده بل مؤمن خوله ور وي او ډېر پر ګناه اخته شي او په عین حال کې دواړه مؤمنان دي (خو مرتبې یې سره توپیر لري) او یقین تر تقوا یوه درجه اوچت دی او په خلکو کې تر یقینه ډیر سخت (او ډېر لږ او کم موندونکی) څيز ویشل شوی نه دی، د ځینو خلکو یقین تر نورو ډېر پوخ دی، سره له دې چې ګرد مؤمنان دي او ځینې پر مصایبو، بېوزلۍ، رنځورۍ او نا امنۍ ډېر صبر کوي (زغمناک او صابرین دي) او دا د یقین له اثارو ځنې دي.

۱۳۶ – په حقیقت کې پانګوالي او عزت په چورلېدو کې دی، چې د بروسې مرکز ته ورسي تمېرېږي (شتمني او عزت د بروسې په رڼا کې دی)

۱۳۷ – ښه خوي له دینه دی او روزي زیاتوي.

۱۳۸ – خوی دوه ډوله دی: یو اختیاري او په خپلې ارادې دی او بل طبیعي دی. وپوښتل شو: کوم یوغوره دی؟ و یې ویل: اختیاري؛ ځکه د طبیعي اخلاقو خاوند پردې خوی روږدی شوی او بې له دې یې څه له وسې پوره نه دي او هغه بل په کړاو ځان طاعت ته اړ باسي؛ نو دا غوره دی.

۱۳۹ – د لیده کاتو پرمهال د نېکانو مینه – که څه په خوله مینه ښکاره نه کړي – دومره په بیړه یو له بل سره یوځای کېږي لکه له سیند سره د باران اوبه.

او د لیده کاتو پر مال د بدچارو زړونه د څارویو په څېر له مینې لرې وي – که په خوله مینه هم څرګنده کوي – که څه هم په مودو مودو یې په یوې اخورې واښه خوړلې وي.

۱۴۰ – غزتمن سخي هغه دی، چې خپل مال په هغه ځای کې ولګوي چې خدای ویلي وي.

۱۴۱ – ایمانوالو او خواله ساتیو! د بې خبرو د غفلت پرمهال، په اندنه او یادونه لګیا شئ.

۱۴۲ – مفضل بن عمر، وایي: امام صادق مې وپوښت: حسب (او کورنۍ ویاړنه) په څه ده؟ و یې ویل: په شتمنۍ. و مې ویل: کرم په څه دی؟ و یې ویل: په تقوا. و مې ویل: ښاغلیتوب په څه دی؟ و یې ویل: په سخاوت. ودې نه لیدل چې څرنګه حاتم طایي د خپل قوم مشر او ښاغلی شو، سره له دې چې ښه ټبریز موقعیت یې نه درلود.

۱۴۳ – ځوانمردي دوه ډوله ده: په وطن کې ځوانمردي او په سفر کې ځوانمردي. په هستوګنځي کې ځوانمردي؛ د قرآن لوست، جومات ته تلل، له نېکانو سره ناسته پاسته او ژوره کتنه ده او په سفر کې ځوانمردي: [همسفرو ته] د توښې ورکړه، ټوکې کول؛ خو نه چې خدای غوسه کړي، له همسفرو سره ډېر لږ مخالفت کول او له دوی تر بېلتون روسته کیسې ورپورې نه جوړول.

۱۴۴ – پوه شه هغه چې په توره یې پر علي [ک] ګوذار وکړ او ویې واژه که امانت راکړي یا نصیحت رانه وغوړي یا مشوره راسره وکړي او ویې منم؛ نو امانت یې ورسپارم.

۱۴۵ – ((سفیان)) وایي: حضرت صادق ته مې وویل: روا ده چې څوک ځان وستایي؟ و یې ویل: هو، که اړ شي، اورېدلي دې نه دي چې یوسف (د مصر عزیز) ته وویل: (( د هېواد، زېرموال مې کړه چې پوه ساتونکی یم)) [یوسف/۵۵] او صالح بنده (حضرت هود علیه السلام) وویل: (( زه درته ناصح امین یم)) (اعراف/ ۶۸]

۱۴۶ – خدای تعالی حضرت داوود علیه السلام ته وحې وکړه: داوده! ته هم غوښتنه لرې او زه هم، که په غوښتنه مې بسیا وکړې؛ نو مراد دې درپوره کوم او که یوازې خپله غوښتنه غواړې؛ نو په خپله غوښتنه کې دې کړوم او په پای کې هماغه کېږي چې یې غواړم.

۱۴۷ – محمد بن قیس وایي: امام صادق مې وپوښت: که دوه باطل پالي لښکرې سره په جګړه شوې، وسله ورباندې وپلورم؟ و یې ویل: دفاعي وسله لکه زرې، خفتان [د زرې په څېر یو څیز دی] خولۍ دې او په څېر یې ورباندې وپلوره.

۱۴۸ – په څلورو ځایونو کې څلور څيزونه روا نه دي: په حج، عمره، جهاد او صدقه کې خیانت، ( د جګړې په ولجو کې) اختلاس، غلا او ربا روا نه ده.

۱۴۹ – په رښتیا، خدای دنیا، دوست او دښمن دواړو ته ورکوي؛ خو ایمان یوازې د خپلو مخلوقاتو ځانګړو کسانو ته ورکوي.

۱۵۰ – څوک چې خلک ځان ته رابولي او په خلکو کې تردې پوه وي؛ نو دا بدعتي (نوښتګر) او لار ورکی دي.

۱۵۱ – وپوښتل شو ( زوی ته) د لقمان په وصیت کې څه و؟ و یې ویل: هېښنده مطالب ول او تر ټولو هېښنده داچې زوی ته یې ویلي و: له خدایه داسې ډارېږه که درشل ته یې د پېریانو او انسانانو نیکي یوسې بیا هم (چې کله دې کوم ګناهو نه کړي؛ نو احتمال لري چې) عذاب دې کړي او لورنې ته یې داسې هیلمن وسه چې که درشل ته یې د پېریانو او انسانانو ګناهونه یوسې درتېر شي. روسته امام وویل: د هر مؤمن په زړه کې دوه رڼاګانې دي: د ډار رڼا او د هیلې رڼا او که هره یوه وتلې؛ نو تر بلې درنه نه وي.

۱۵۲ – ابوبصیر وایي: امام مې پوښت: ایمان څه دی؟ و یې ویل: پر خدای ایمان دا دی چې سرغړونه یې ونه شي. و مې ویل: نو اسلام به څه وي؟ و یې ویل: چې زموږ (مسلمانانو) په څېر عبادت وکړي او زموږ په څېر (د اسلام په قانون او قبلې ته د څاروي) سر غوڅ کړي.

۱۵۳ – چاچې د هدایت خبره وکړه او لاروي ترې وشوه؛ نو د لاروي هومره ثواب یې ور پربرخه کېږي او چاچې د بېلارېتوب خبره وکړه او لاروي ترې وشوه؛ نو د لاروي هومره ګناه یې ورترغاړې شوه.

۱۵۴ – امام ته وویل شول: مسیحیان وایي چې د [حضرت مسیح علیه السلام] زوکړه د ((کانون)) [دسمبر] میاشتې بر (۲۴) مه شپه وه، امام وویل: دروغ وایي: د ((حزیران)) [جنوري] په نیمايي کې وه او شپه و ورځ د ((آذار)) [مارچ] په نیمایې کې برابرېږي.

۱۵۵ – حضرت اسماعیل علیه السلام تر حضرت اسحاق علیه السلام پینځه کاله مشر و او ((ذبیح)) [ چې د قربانۍ امر یې وشو] اسماعیل و، نه وینې چې خدای د حضرت ابراهیم علیه السلام له خولې وایي: (( پالونکیه! (داسې اولاد) راکړه، چې له صالحانو وي))! (صافات/۱۰۰]

 له خدایه یې وغوښتل چې یو صالح زوی ورکړي او په ((صافات)) سورت کې وایي: (( نو د زغمناک هلک زیری مو ورکړ)) (۱۰۱ ) آيت.

یعنې اسماعیل (د قربانې د جریان تر نقل روسته) وایي: (( او د اسحاق زیری مو ورکړ، چې د صالحانو ( په شمېر کې) یو پېغمبر و)) [۱۱۲ آیت]

؛ نو څوک چې انګېري اسحاق تر اسماعیل مشر دی؛ نو بېشکه څه چې خدای په قرآن کې نازل کړي، دروغ به یې ګڼلي وي.

۱۵۶ – څه د پېغمبرانو له خویونو دي؛ نیکي، سخاوت، پر کړاوونو صبر او د مؤمن د حق لپاره پاڅېدل.

۱۵۷ – هغه مصیبت، مصیبت مه ګڼه چې صبر پرې وکړې او خدای یې اجر درکړي، مصیبت هغه دی چې درباندې راکېوځي او صبر و نه کړي او له اجر او ثوابه یې بې برخې شي.

۱۵۸ – خدای د ځمکې پر مخ او په خلکو کې داسې بندګان لري چې (خلک) د دنیا او آخرت اړتیاوو لپاره پناه وروړي، دوی په حقه مؤمنان او په قیامت کې خوندي دي، هن! خدای ته هغه بنده خورا ګران دی چې د اړ لاسي مؤمن دنیوي اړتیاوې ورپوره کړي، د مؤمنینو لاسنیوی وکړي، ګټه رورسوي او خپګان ترې لرې کړي.

۱۵۹ – له خپلوانو سره اړیکه او نیکي (د جزا ورځې) حساب اسانوي او [انسان] له ګناهونو لرې کوي؛ نو له خپلوانو سره اړیکه ولرئ او له رور سره نیکي وکړئ، که څه په ښه سلام اچولو او ښه ځوابولو وي.

۱۶۰ – سفیان ثوري وایي، حضرت صادق ته ورغلم و مې ویل: نصیحت راته وکړه چې تر تا روسته یې وساتم، و یې ویل: سفیانه، ساتې یې؟ ومې ويل: هو د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لور زویه. و یې ویل: دروغجن ځوانمردي نه لري، کینه کښ هوساېنه نه لري، پاچاهان روري (او دوستي) نه لري، کبرجن ملګرتوب نه لري، بدخویه به ښاغلی نه وي؛ بیا چوب شو. و مې ویل: د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د لور زویه، نور هم وایه! و یې ویل: سفیانه! پر الله ډاډمن وسه چې عارف شې، پر خپله برخه راضي وسه، چې شتمن وسې لکه څنګه چې خلک درسره چلېږي، ته هم ورسره چلېږه چې ایمان دې زیات شي له بدچاري سره دوستي مه کوه، چې خپله بدي به درزده کړي، په چارو کې له خدای ډارنو سره سلامشوره کوه، بیا امام چوپ شو. ومې ويل: د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د لور زویه! نور هم! و یې ویل: څوک چې بې ځواکه عزت، بې ملاتړه ډېرښت او بې شتمنۍ دبدبه غواړي؛ نو د ګناه له ذلته دې د طاعت عزت ته ورواوړي.

بیا امام چوپ شو او و مې ویل: نو رهم! و یې ویل: پلار مې په درېیو څيزونو ادبونه راکړه او له درېیو یې منع کړم، په ادبونه کې یې راته وویل: څوک چې له بد ملګري سره کېني، سالم او روغ نه پاتېږي؛ څوک چې خپلې خبرې کابو نه کړې پښېمانېږي، څوک چې بد نام ځای ته ورشي تورنېږي. ومې ويل: د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د لور زویه! درې منع څيزونه کوم دي؟ و یې ویل: له هغه سره ملګرتوب چې (د نورو) پر نعمت ورسره کینه پیدا کېږي، یا د نورو پر مصیبت خوشحالېږي او چغلي کوي (خبرې وړي راوړي).

۱۶۱ – په مؤمن کې شپږ خویونه نشته: سختګیري، بې خیري، کینه، ځېل، دروغ او سرغړونه.

۱۶۲ – مؤمن تل د دوو ډارو ترمنځ دی یو تېر ګناهونه دي، چې نه پوهېږی خدای څه ورسره کوي او بل نه پوهېږي چې په پاتې عمر کې به په څه کړاوونو کې راګېر شي؛ نو مؤمن شپه و ورځ په ډار کې دی او بې له ډاره یې بل څه سمولای نشي (که ډار ولاړ، بې غمه ګناهونه کوي).

۱۶۳ – څوک چې په لږې روزۍ خوښ وي؛ خدای یې لږ کړه وړه قبلوي؛ او څوک چې په لږو حلالو عایداتو خوښ وي؛ نو عایدات به یې پاک او برکتي وي او د کمزورۍ له بریده به وتلی وي.

۱۶۴ – سفیان ثوري وایي ابی عبدالله ته ورغلم، و مې ویل: یا ابن رسول الله څنګه یې؟ و یې ویل: خپه او په سوچ کې یم. ومې ويل: ولې؟ و یې ویل: ثوري! د چا په زړه کې چې د خدای نږه دین ځای ونیسي، له نورو څيزونو یې منع کوي، ثوري، دنیا څه ده؟ او څه کېدای شي؟ دنیا خو تشه یوه مړۍ ده، چې یې وخورې یا جامه ده چې یې واغوندې یا یوه سپرلۍ ده چې ورباندې سپور شي. مؤمنان په دنیا پورې زړه نه تړي او د آخرت په سوچ کې دي، دنیا د زوال ځای دی او آخرت همېشنی هستوګنځی دی. دنیاوال غافل دي، پرهېزګاران تر ټولو نړیوالو کم لګښته او ډېر ګټه رسوونکي دي، چې یې هېر کړې رایادوي دې او که یاد دې کړي خبروي دې. دنیا لنډ مهاله تمځی وبوله چې ترې لېږدېږې، یا هغه شتمني ده چې په خوب کې دې ترلاسه کړې او چې راویښ شي څه دې په ورغوي کې نه وي، ډېر کسان پر یو څه عاشقان ول او چې ترلاسه یې کړل د بدمرغۍ لامل یې شو او ډېر کسان چې په یو څه پسې ورنغلل او چې ترلاسه یې شو، د نېکمرغۍ لامل یې شو.

۱۶۵ – وپوښتل شو: د خدای د ایکي یو والي دلیل څه دی؟ امام ویل: د مخلوقاتو اړتیا.

۱۶۶ – هله مؤمنېدای شئ، چې کړاو نعمت او سوکالي کړاو وبولئ.

۱۶۷ – شتمني څلور زره درهمه ده، زېرمه دولس زره درهمه ده [او کنز] دی [ چې په اسلام کې غندل شوی]. په حلالو شل زره درهمه تر لاسه کېږي نه، د دېرشو زرو درهمو خاوند هلاکېږي او د یو لک درهمو خاوند زموږ له لارویانو ځنې نه دی.

۱۶۸ – د مسلمان د یقین د سموالي نښه داده چې خلک له ځانه د خدای په خپګان خوشحاله نه کړي او پر هغه څه یې ونه ستایي چې په واقع کې خدای ور روزي کړي او پر هغه څه یې ونه غندي چې په واقع کې خدای ورکړي نه وي؛ ځکه د حریص حرص، روزي یې نه ورمخې ته کوي او د ناراضي ناڅوبتیا یې روزي نه راستنوي که څوک د مرګ په څېر له خپلې روزۍ وتښتي، رزق یې تر مرګ وړاندې ور رسي لکه چې مرګ یې ور رسي.

۱۶۹ – ځینې لارویان مو (هومره ارام او درانه دي چې) غږ یې تر خپلو غوږونو نه ور رسي او دښمني یې تر خپلې تنې نه ور اوړي [یعنې یوازې پر ځان سختګیر وي]، ښکاره مو نه ستاېی، له غلیمانو سره مو دوستي نه کوي، له دوستانو سره مو دښمني نه کوي، او له هغوی سره نه کېني، چې ټکې راباندې کوي ((مهزم)) امام صادق ته وویل: ستاسې له نمایشي پلویانو سره څه وکړو؟ و یې ویل: په دوی کې ازمېښت او (تر ازمېښت روسته یې د ښو او بدو) پېژندل او ورباندې کړاوونه راتلل دي: پر دوی به د سوکړې ځپنده سیلۍ راوالوځي، وژنده طاغون به پرې راشي او پر داسې اختلافاتو به اخته شي چې خواره واره یې کړي. زموږ لاروی د سپي په څېر نه غپي او د کارغه په څېر تمه مار نه وي او که څه له لوږې ومري؛ خو ګدایي نه کوي، و مې ویل: دا ډول پلویان به چېرې ومومم؟ و یې ویل: د ځمکې په څنډو کې، دوی هغه کسان دي چې ساده ژوند لري، کډه پر سر دي، که سوب وي، نه یې پېژني، که ناسوب شي څوک یې حال نه پوښتي، که رنځور شي، پوښتنې ته یې نه ورځي، که مارکه وکړي ښځه نه ورکوي، که بدي وویني نیوکه کوي، او که ناپوه ورسره مخ شي، سلام ورته کوي که اړمن پناه وروړي، پرې لورېږي، د مړینې پرمهال نه خپه کېږي، که څه ښار او کلي یې یو له بله جلا دي؛ خو زړونه یې یو دي.

۱۷۰ – څوک چې له خدایه اوږد عمر غواړي؛ نو خپل چار دې معتدل او ټنیګ کړي، څوک چې غواړي د خپلې ګناه پېټی کم کړي؛ نو د خپلې حیا پرده دې راځوړنده کړي او څوک چې د خپلې نامې هسکول غواړي؛ نو باید خپل چار پټ کړي.

۱۷۱ – درې ځانګړنې د بنده تر ټولو کړنو سختې دي: له خپل لوري (نورو ته) انصاف ورکول په مال کې د رور شریکول او په هر حال د خدای یادول. وپوښتل شو: ((په هر حال کې د خدای یادلو)) مانا څه ده؟ و یې ویل: خدای د ګناه کولو پرمهال یاد کړي، چې د ګناه یې مانع شي.

۱۷۲ – همزه په قرآن کې زیاته ده.

۱۷۳ – له ټوکو کولو ډډه وکړئ، چې دښمني ترې پیدا کېږي، کینه ترې راولاړېږي او په رښتیا چې ټوکې واړه کنځل دي.

۱۷۴ – حسن بن راشد وایي: حضرت صادق وویل: که پر کوم کړاو اخته شوې؛ نو خپل مخالف ته یې شکایت مه کوه؛ خو له یوه رور سره دې خبره شریکه کړه، چې له دې څلورو پایلو به یوه ولري: یا داچې اړتیا دې پوره کوي، یا (که له لاسه یې ونشي) د خپل مقام له مخې مرسته درسره کوي (او له نورو مرسته درته غواړي) یا دعا درته کوي او قبوله شي یا سلامشوره درسره کوي ( او له فکره یې ګټنه کوې. )

۱۷۵ – خوشې به بازارونو کې مه ګرځئ او په خپله واړه څيزونه مه پېره؛ ځکه له عیالوال او دنیوال سره ښه نه ښکاري چې په خپله واړه څيزونه واخلي؛ خو نه درې څيزونه: د ځمکې، مریي او اوښ پېرل.

۱۷۶ – چټي خبرې مه کوئ او ګټورې خبرې هم پر خپل ځای کوئ، ډېر ځل چې ویاند بې ځایه، سمه او ګتوره خبره وکړي؛ نو پر رنځ اخته کېږي، له عقلمن او بې عقله سره لانجه مه کوه، چې عقلمن درباندې لاسبرېږي او بې عقله دې هلاکوي، د خپل رور په غیاب کې دې غوره خبره وکړه، چې ښه دې ایسي په غیاب کې دې یې وکړي؛ ځکه واقعي کار همدا دی او په چارو کې د هغه په څېر وسه چې پوهېږي پر نېکیو بدله ویني او په ګناه کې مسوولیت لري.

۱۷۷ – یونس، امام صادق ته وویل: ستاسې د حکم منل او داچې خدای ستاسې حق راباندې پېژندلی، تر ګردې نړۍ راته ګران دی. یونس وایي امام (د دې خبرې په اورېدو) غوسه شو او و یې ویل: یونسه! ناسم دې پرتله کړو، دنیا او څه چې پکې دي؟ یوازې د سړو او تودوخې مخنیوی او د عورت پټول دي؟ حال دا زموږ په مینه دې همېشنی ژوند موندلی دی.

۱۷۸ – د آل محمد لارویه! څوک چې ځان د غوسې پرمهال کابو نه کړي او ملګري سره ښه چلن و نه کړي او له خپل دوست سره ګوذاره و نه کړي له سازش غواړي سره سازښت و نه کړي او له خپل مخالف سره په نېکۍ مخالفت و نه کړي؛ نو له موږ ځنې نه دی. د آل محمد لارویانو! تر وسې وسې له خدایه وډار شئ، و لا حول و لا قوة الا بالله.

۱۷۹ – عبد الاعلی وایي: په مدینه کې په یوې غونډې کې وم، د بخشش په باب خبره وشوه او ډېرې خبرې وشوې، د غونډې یو برخوال ((ابودکین)) وویل: جعفر (یعنې امام صادق) داسې او هاغسې دی (ځینې ځانګړنې لري) خو که لاس یې تړلی نه وای. عبدالاعلی وایي: تر غونډې روسته حضرت صادق راته وویل: له مدینوالو سره ناسته پاسته لرې؟ و مې ویل: هو، و یې ویل: ترمنځ مو شوې خبرې راته وکړه، ورته مې وکړې و یې ویل: پر ((ابودکین)) افسوس، چې د بڼکې په څېر یې باد هرې خوا ته الوزوي، پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: هر خیر چار، خیرات او صدقه ده او غوره صدقه هغه ده، چې له مړښت سره مل وي (یعنې د خپل عیال له لګښته یې راکمه نه کړي) او له خپل عیال یې پیل کړه او ورکوونکی لاس تر اخیستونکي لاس غوره دی او خدای هغه نه غندي چې د اړتیا هومره شتمني ساتي. انګېرئ چې خدای بخیل دی ایا تر خدای مو بخششوونکی لیدلی دی؟ سخي ښاغلی هغه دی چې د خدای حق پر خپل ځای کېدي او هغه بخششوونکی نه دی چې شتمني په ناروا تر لاسه کړي او بې ځایه یې ولګوي. هن! هیلمن یم، له خدای سره د لیده کاتو تر وخته مې په ناروا لاس پورې کړی نه وي، د خدای هر راباندې حق مې ورپوره کړی، داسې شپه به راباندې تېره شوي نه وي چې په مال کې مې د خدای حق وي او ورکړی مې نه وي.

۱۸۰ – د تي خورۍ مودې تر تېرېدو روسته ((رضاع)) نشته (که ماشوم له تي غوڅ کړي او بې له خپلې مور تی وروي د رضا احکام پري نه عملي کېږي او مثلا تي ورکوونکي ښځه یې مور نه ګنل کېږي)، په روژه کې ((نښلون)) (چې څه ونه خوري) نشته، تر احتلام (بلوغ) روسته یتیمي نشته (پر بالغ د یتیم حکم نه کېږي)، تر شپې چوپتیا (چې له خبرو روژه یې) نشته، تر هجرت ( او د کفر سیمې تر پرېښوو) روسته ((تعرب)) (بېدیا مېشتي او د کفر په سیمه کې وسېدل) جایز نه دی، د مکې تر سوبې روسته هجرت اررښت نه لري، تر واده مخکې طلاق (سم) نه دی، تر خاوندېدو وړاندې یې د مریی ازادېدل (سم) نه دي، چې پلار یې وي زوی د قسم (حق) نه لري، همدا راز د ارباب په شتون کې مریی او د مېړه په شتون کې مېرمن قسم خوړای نشي (که دا ډلې د هغوی په اجازه یا منع قسم وخوري لازم نه دی چې عمل ورباندې وکړي)، پر ګناه نذر نشو کړای، د کورني اړیکو په پرېکون قسم خوړل سم نه دي.

۱۸۱ – د ژوند بریا د سختیو په ترڅ کې ترلاسه کېږي، که څه اوضاع ورته مناسبه وي او که څوک د غوره فرصت په انتظار، شته فرصت له لاسه ورکړي، روزګار یې فرصت تښتوي، چې د روزګار کار همدا تښتونه ده او د زمانې دود، د فرصتونو له لاسه وتل دي.

۱۸۲ – احسان، د نعمتونو زکات دی، منځګړتوب، د پت زکات دی، رنځوري د بدن زکات دی، عفوه د بریا زکات دی، او د څه چې زکات ورکړای شي له لاسه وتو به بچ وي.

۱۸۳ – امام صادق (رح) د مصیبت پرمهال ویل: د خدای شکر چې مصیبت یې زما په دین کې وانه چاوه او د خدای شکر که غوښتل یې نو مصیبت تردې هم دروند و او د خدای شکر چې څه یې غوښتل وشي وشو.

۱۸۴ – خدای وايي: څوک چې کړمن له کړښته راوباسي؛ نو ((ستایلی)) یې نوموم او جنتي کوم یې.

۱۸۵ – دنیا چې یو شمېر خلکو ته ورمخه کړي، د نورو نیکي هم دوی ته وراغوندي او چې د دنیا مخ ترې واوړي؛ نو خپلې نېکۍ هم ترې تښتي.

۱۸۶ – لوڼې ((حسنات)) دي او زامن نعمتونه دي؛ حسنات ثواب لري او د نعمتونو پوښتنه کېږي.

[1] [احمد جنتي: په لنډو د باطل ولایت او اجارې ترمنځ توپیر دادی چې په باطل ولایت کې، عمل، حرام دی؛ ځکه د باطلو د ټینګښت لامل دی، ظلم، وژنه او فساد پکې خپرېږي او په اجاره کې عمل حلال دی او انسان خپل کاري ځواک نورو ته ورکوي او لاندې بل ټکي ته اشاره لري چې له آره دې ډول واکمنو ته د خلکو په چارو کې لاسوهنه او د چارو قبضه کول ناروا دي؛ ځکه د خلکو اختیار د دوی په لاس کې نه دی او په زور تر واکمنۍ وړاندې هېڅ ډول ولایت او حق پرې نه لري او په زور تسلط، حق رادبره کولای نشي. ]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست