تبلیغات

د پينځم هجري كال پېښې  د ناسمو دودونو ځپل د پينځم هجري كال په زړه پورې پېښې د “احزاب” جګړه، د “بني قريظه” وو پېښې او له “زينب بن جحش” سره د پېغمبر اکرم واده دى.  د اسلامي ليكوالو د وينا له مخې،ددې كال پېښې له “زينب” سره د پېغمبر اکرم په واده پېل شوي. […]

د پينځم هجري كال پېښې

 د ناسمو دودونو ځپل

د پينځم هجري كال په زړه پورې پېښې د “احزاب” جګړه، د “بني قريظه” وو پېښې او له “زينب بن جحش” سره د پېغمبر اکرم واده دى.

 د اسلامي ليكوالو د وينا له مخې،ددې كال پېښې له “زينب” سره د پېغمبر اکرم په واده پېل شوي.

قرآن شريف پورتنۍ پېښه د احزاب سورت په ٤، 6، او له 36 نه تر 40 آيتونو كې راوړې او د ختيځپوهانو دروغو ته يې پلمه نه ده پرېښې. موږ دا پېښه د قرآن شريف له مخې رڼه كړې او بيا به د ختيځپوهانو د خبرو په باب هم خبرې وكړو.

 زيد بن حارثه څوك دى؟!

“زيد بن حارثه” هغه ځوان دى،چې د عربو لوټ مارو له يوې قافلې راپټ كړى و او د “عكاظ” په بازار كې يې د مريي په نامه وپلوره، چې “حكيم بن خرام” خپلې تررور “حضرت خديجې” بي بي ته اخستى و او هغې، چې له پېغمبر اکرم سره واده وكړ؛نو “زيد” يې ور وباښه.

د پېغمبر اکرم پاكو او لوړو عواطفو هغه پر پېغمبر اکرم  مين كړى و. ان هغه وخت،چې د “زيد” پلار راغى او له پېغمبر اکرم څخه يې وغوښتل،چې “زيد” ورسره پرېږدي،چې خپل كور او ټبر ته يې بوځي؛ نو پېغمبر اکرم  “زيد” خوښمن كړ؛خو “زيد” د پېغمبر اکرم په خاطر،خپل كور كلى او خپلوان  پرېښوول او په خپله خوښه له رسول اکرم سره پاتې شو.

د زړه له كومې دا معنوي مينه دوه اړخيزه وه،كه پېغمبر اکرم پر “زيد” ګران و؛ نو “زيد” هم پر پېغمبر اکرم خورا ګران و، چې خپل زوى يې كړ او خلكو به ورته د “زيد بن حارث” پر ځاى “زيد بن  محمد” غږ كاوه. پېغمبراکرم هم ددې موضوع  رسميت ته يو ورځ د “زيد” لاس ونيو او خلكو ته يې وويل: (( دا مې زوى دى او موږ له يو بله ارث وړو.))

د زړه له كومې دې معنوي مينې همداسې جريان درلود، څو “زيد” د “موته” په جګړه كې شهيد شو او پېغمبر اکرم يې پر مرګ د خپل زوى د مرګ په څېر  وژړل او وير ته يې كېناست .(244)

  د پېغمبر اکرم (ص)  د ترور له لور سره د حضرت زيد واده

د پېغمبر اکرم  يوه موخه دا وه،چې فاصلې لنډې كړي او ټول انسانان د انسانيت او تقوى تر بيرغ لاندې راټول كړي او خلكو ته وښيي،چې د فضيلت او شخصيت کچه اخلاقي او انساني فضايل دي؛ځكه بايد ژرتر ژره د عربو زاړه دودونه وټكوي،چې د خانانو او شتمنو لوڼې له فقيرو سره واده نه شي کړاى او څومره به ښه وي، چې دا دود له خپلې كورنۍ پېل كړي؛ځكه يې د خپلې ترور لور؛”زينب” د “عبدالمطلب” لمسۍ، خپل پخواني ازاد شوي مريي ته واده كړه، چې خلكو ته وښيي،دا پولې بايد له منځه ولاړې شي او خلك پوه كړي،چې پېغمبر اکرم وايي: (( د غوره والي كچه تقوى ده او مسلمانه پېغله د مسلمان زلمي سياله ده.))

نو لومړى يې دا قانون پر خپل ځان پلى كړ. دې غلط دود ځپلو ته پېغمبر اکرم په خپله “زيد” ته پر “زينب” مركه وكړه. هغه او ورونه يي لومړى پردې كار خوښمن نه وو؛ ځکه د جاهليت د وخت جرړې يي لا هم په زړه كې ښخې وې او دا،چې د پېغمبر اکرم حکم نه منل هم ورته ګران وو؛نو د “زيد” د مرييتوب مخينه يې رامخې ته كړه او د پېغمبر اکرم خبرې ته يې غاړه کېنښوه. ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې د وحې امين راغى او د “زينب” او د هغې د ورور دا عمل يې وراټه:

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري، چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سروغړوي؛ نو په يقين چې په څرګنده بې لارې شوى دى. (245)

پېغمبر اکرم ژر ولاړ او آيت يې ورته ولوست. پر پېغمبر اکرم د “عبدالله” او “زينب” ايمان ددې لامل وګرځېد،چې د “حجش” لور دې واده ته غاړه كېږدي، چې پايله يې له مريي سره د شتمن د لور واده و،چې د اسلام يو پروګرام ترسره او ناسم دودونه پرې وټكول شو.

 له خپلې ښځې نه د زيد بېلتون

بالاخره ددې واده پايله طلاق و. ځينې وايي، چې ددې طلاق لامل دا و، چې “زينب” به تل پر “زيد” وياړېده او له ځانه يې ټيټ باله او تل يې د خپلې كورنۍ د ستريا خبرې كولې او له دې لارې يې پر خپل مېړه ژوند تريخ کړى و؛خو دا احتمال هم لري،چې ددې طلاق لامل په خپله “زيد” هم وي؛ځکه ژوند ليك يې پردې ګواه دى،چې د يوازېتوب او ناسازګارۍ روحيه يې درلوده؛ځکه يې پر له پسې ودونه وكړل او ټولو (بې له وروستۍ،چې تر شهادته يې په نکاح کې وه) ته يې طلاق وركړى و،چې په خپله  دا پر له پسې طلاقونه د “زيد” پر ناسازه روحيه ګواهي ده. ددې خبرې بل ګواه له “زيد” سره د پېغمبر اکرم په تريو تندي خبرې دي؛ځکه پېغمبر اکرم چې خبر شو،”زيد” خپلې ښځې ته طلاق وركوي؛نو سخت غوسه شو او ورته يې وويل: (( ښځه دې له ځان سره وساته (طلاق مه وركوه) او د خداى له قهره ووېرېږه.))

 د ناسمو دودونو د ټكولو لپاره واده

مخکې له دې،چې ددې واده پر علت ځان پوه كړو؛ناچار يم پر نسب رڼا واچوم،چې د ټولنې حياتي لامل دى؛يعنې د “واقعي زوى” او “زويولۍ” پر بنسټيز توپير ځان پوه كړو.

حقيقي زوى له خپل پلار سره تكويني ريښه لري، چې په حقيقت كې پلار د زوى پيدايښت ته مادي مبدا ده او اولاد د خپل  مورو پلار د جسمي او روحي ځانګړنو وارث دى او د وينې د يو والي له امله، پلار او زوى د يو بل د مال وارثان دي او د واده او طلاق په باب خپل ځانګړي احكام پيدا كوي؛نو داسې موضوع،چې تكويني ريښه لري،په ټکيو او ژبه منځ ته نه راځي(246) او زوى نيولى هېڅكله د انسان رښتينى اولاد نه شي كېداى او دا خو لا څه،چې “زوى نيولى” په يو لړ احكامو؛لكه واده او طلاق كې د “حقيقي زوى” په څېر شي؛مثلاً حقيقي اولاد د خپل پلار ميراث وړي او پر عکس او يا دا،چې د واقعي زوى ښځه تر طلاق وروسته، پر پلار حرامېږي؛نو دلته هېڅكله نه شو ويلاى، چې دلته “زوى نيولى” له حقيقي اولاد سره يو شان دى.

 هو! كه “زوى نيونه” د يو لړ عاطفو او مينې له مخې وي؛ نو څومره ښه ده؛خو كه د يو لړ ټولنيزو احكامو شريكتيا ته وي؛نو دا خبره له علمي حسابونو ډېره لرې ده.

د عربو ټولنې به “زوى نيونلى” د حقيقي اولاد په څېر باله. پېغمبر اکرم مامور شو له “زينب” سره په واده دا ناسم دودونه تر پښو لاندې كړي،چې پخوا د هغه د زوى نيولى “زيد” ښځه وه،چې د عربو د هغې ورځې په ټولنه کې رټل شوى او ناوړه واده و او چا يې هم جرات  نه درلود. خداى تعالى پېغمبر اکرم رسماً دې كار ته راوباله او ورته يې وويل:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا= او(درياد كړه) چې كله تا هغه سړي [“زيد” چې پېغمبر ورته خپل  زوي وايه] ته خداى نعمت وركړى و او تا(هم) پرې (د ازاد ولو) لورېينه كړې وه، وويل:”خپله مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده)” او د خداى له (عذابه) ځان وساته! (او تل دې دا خبره كوله) او(په دې توګه) تا هغه څه په خپل زړه كې پټول، چې خداى يې ښكاره كول غوښتل او له خلكو وېرېدلې،حال داچې خداى ډېر وړ دى، چې ته ترې ووېرېږې؛نو چې كله (زيد) له هغې (خپله) اړتيا پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تاته په نكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي (طلاقې شوي وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت ناسم او غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا= پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع،ګناه او بنديز نه شته،چې خداى پرې فرض كړى وي.(دا الهي قانون او) دود له ده وړاندې له پخوا راهيسي په تېرو خلکوكې هم (دود) و او د خداى حكم په ټاكلې اندازه (او د وسې هومره) دى. (247)

 دې واده بې له دې،چې ناسم دود تر پښو لاندې كړ،خلكو ته د ستر مساوات او برابرۍ بېلګه شو؛ځکه د اسلام مشر له داسې ښځې سره  واده  وكړ،چې پخوا د ازاد شوي مريي ښځه يې وه او دا كار هغه مهال د ټولنيزو دودونو مخالف كار و.

د پېغمبر اکرم دې مېړڼي اقدام د منافقانو او لنډ اکو د نيوكو د مچيو جاله راوپاروله او په هر ځاى کې يې د پېغمبر اکرم دا كار كركجن باله او ويل يې:((“محمد” د خپل زوى بللي له ښځې سره واده كړى دى.!))

خداى هم ددې افكارو رټلو ته د سورة احزاب / 40 آيت نازل كړل:

 مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا= “محمد”(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛ خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى.

خداى د منافقانو پر رټلو سربېره، د خپل حكم په پلي كولو كې مېړانه، د احزاب د سورت په 38 او 39 آيت كې ستايلې ده. ددې دوو آيتونو لنډيز دا و: ((“محمد” د نورو پېغمبرانو په څېر دى،چې د خداى پيغامونه رسوي او د خداى د حكم په منلو كې له چا نه نه وېرېږي. ))

 

244_ اسد الغابه، الاستيعاب او الاصابه د زيد برخه.

245_ سوره احزاب / 36

246_ (د احزاب د سورت د 4 او 5 ا آيتونو خلاصه)

247_ سوره احزاب / 37-38

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست