تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ ستاېنه يوازې د اسمانونو او ځمكې پنځګر الله ته ده، چې ( د ځواک) دوه دوه، درې […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ ستاېنه يوازې د اسمانونو او ځمكې پنځګر الله ته ده، چې ( د ځواک) دوه دوه، درې درې او څلور څلور وزرونو والا پرښتې يې پېغام رسانې کړې دي، هغه چې هر څه وغواړي، په پنځون كې ورزياتوي (؛ ځكه) چې الله پر هر څه وسمن دى . (۱)
مَا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾ الله چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛ نو بندونکی یې نشته او چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] روسته يې بې له ده څوک پرانستوونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى . (۲)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۳﴾ خلكو! چې الله څه پېرزوېنه درباندې کړې، دریاده یې کړئ، ايا بې له الله بل پنځګر شته، چې له اسمان او ځمكې روزي دركړي؟ بې له هغه بل معبود نشته؛ نو څنګه مو ګروهه اړوئ؟ (۳)
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۴﴾ او كه تا دروغجن ګڼي (؛ نو مه خپه كېږه، دا كومه نوې خبره نه ده)؛ نو په يقين چې تر تا له مخه پېغمبران (هم) دروغجن ګڼل شوي ول او (ټولې) چارې يوازې د الله لوري ته ورستنول کېږي. (۴)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۵﴾ خلكو! په يقين د الله ژمنه رښتونې ده؛ هسې نه تاسې د دنيا ژوند تېر باسي او هسې نه چلي (شيطان) مو د الله (د بښنې) په اړه تېر باسي! (۵)
إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۶﴾ البته شيطان ستاسې غلیم دى؛ نو غلیم یې وګڼئ، (هغه) خپل ګوند ایله دې ته رابلي، چې دوزخيان شي. (۶)
الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۷﴾ کافرانو ته سخت عذاب او نېکانو مؤمنانو ته بښنه او ستر اجر دى. (۷)
أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۸﴾ ايا څوك چې ناوړه كړنې یې ورښکلې شوي او ښه یې بولي (د هغه په څېر دى، چې واقعيات څنګه چې دي، هماغسې مومي)؟! نو په رښتینه كې د الله چې چاته خوښه شي، بېلاروي يې او چاته یې چې خوښه شي، سمه لار ورښيي؛ نو په غم کې یې ځان له لاسه مه وركوه؛ ځكه الله يې پر کړنو پوره پوه دى.  (۸)
وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ ﴿۹﴾ او الله هغه ذات دى، چې بادونه يې لېږلي، چې ورېځې خوځوي؛ نو (شاړو او) مړاوو ټاټوبیو ته یې ورشړو؛ نو تر مړاوېدو (او وچوالي) روسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) راژوندي كول (هم) همدغسې دي. (۹)
مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ ﴿۱۰﴾ څوك چې عزت غواړي (بايد له الله يې وغواړي؛ ځكه) عزت يوازې له الله سره دى، سپېڅلې خبرې (او گروهې) يوازې هماغه ته ورخېژي او ښې چارې یې اوچتوي او هغوى چې ناوړه دسيسې جوړوي؛ نو ورته سخت عذاب دى او چلونه (او فسادي هڅې) یې هم له منځه ځي (او كوم ځاى ته نه رسي).
(۱۰)
وَاللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلَا يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۱۱﴾ او الله تاسې (په لومړي ځل) له خاورې پیدا کړئ، بيا له یوه څاڅكي، بيا يې جوړه جوړه كړئ، بې پوهې یې نه کومه ښځینه دوه ځانېږي او نه یې زېږوي او نه د پوخمنګي عمر اوږدېږي او نه یې له عمره څه کمېږي؛ خو داچې (د الله د علم) په كتاب كې ثبت وي، په حقيقت كې دا (چار) الله ته اسان دى. (۱۱)
وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِن كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲﴾ او دا دوه سمندرونه يو ډول نه دي: ددې يوه اوبه خوږې، خوندورې او ښې څښلېږي او د هغه بل مالګينې او تروې دي او له دواړو تازه غوښې خورئ او د اغوستو لپاره ترې ګاڼې راباسئ او پكې بېړۍ ګورئ، چې اوبه څيروي (او د مقصد پر لور وړاندې ځي) چې له فضل او لور يې (خپله روزي) ولټوئ او ښايي (د نعمتونو) پاسلنه وكړئ . (۱۲)
يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ ﴿۱۳﴾ (الله) شپه په ورځ كې ورننباسې او ورځ په شپه كې او (د) لمر و سپوږمۍ (ګټې یې درته) اېل كړي دي، هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي. دا الله ستاسې پالونكى دى، (په ټوله نړۍ كې) واکمني يوازې د ده ده، او څه یې چې پر ځاى [ای ناباورو] دربلئ (او لمانځئ) دوى (خو ان) د کجورې د زڼي ‏د نرۍ پردې خاوندان (هم) نه دي . (۱۳)
إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ﴿۱۴﴾ كه هغوی وبلئ (؛ نو) ستاسې بلنه نه اوري او كه يې واوري هم؛ درته یې منلی نشي او د قيامت پر ورځ ستاسې له شرك (او لمانځنې) منكرېږي او تاسې هېڅوك د با خبر (الله) په څېر (له حقايقو) خبرولاى نشي. (۱۴)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۱۵﴾ خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى (۱۵)
إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۶﴾ كه وغواړي؛ نو تاسې به (له منځه) يوسي او نوى مخلوق به منځ ته راولي؛  (۱۶)
وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ ﴿۱۷﴾ او دا (چار) الله ته ستونزمن او ګران نه دى. (۱۷)
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَى حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى إِنَّمَا تُنذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَمَن تَزَكَّى فَإِنَّمَا يَتَزَكَّى لِنَفْسِهِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۸﴾ او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه وړي او که د درانه پېټي والا [څوک] د خپلې ګناه وړو ته راوبلي؛ نو څه به ترې اوچت نه كړي او كه څه نژدې خپلوان يې وي، بېشکه (ته) يوازې هغوى ننګولاى شې، چې په پټه له خپل پالونكي وېرېږي او لمونځ دروي او چاچې ځان (له شرك، نفاق او ګناهونو) پاك كړ؛ نو د ځان ښېګڼه يې ده او (د ټولو) ورتګ يوازې د الله لوري ته دی . (۱۸)
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ ﴿۱۹﴾ او ړوند او سترګور برابر نه دي؛ (۱۹)
وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ ﴿۲۰﴾ او نه تيارې او رڼا؛ (۲۰)
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ ﴿۲۱﴾ او نه (يخ) سيورى او (د غرمې) تودوخه؛ (۲۱)
وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاء وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاءُ وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ ﴿۲۲﴾ او هم د ژونديو (زړونه) او د مړيو (زړونه) سره برابر نه دي، په حقيقت كې د الله، چې چاته خوښه شي (خپل پيغام) وراوروي او ته په قبرو كې پرتو ته [د پند او پېغام] اورونکی نه یې. (۲۲)
إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ ﴿۲۳﴾ ته يوازې (يو) گواښگرندى يې (كه ايمان يې را نه ووړ، مه خپه كېږه؛ خپله دنده ترسره كړه). (۲۳)
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خلَا فِيهَا نَذِيرٌ ﴿۲۴﴾ په رښتینه كې موږ ته د الهي مصلحت له مخې زېرګری او گواښگرندی لېږلى يې او په تېرو کې هر امت گواښگرندی درلود. (۲۴)
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ﴿۲۵﴾ او كه تا دروغجن وګڼي (هېښنده نه ده)؛ نو په يقين تر دوى وړاندې (خلکو هم خپل استازي) دروغجن ګڼلي ول [چې] استازیو يې دوی ته څرګند دلايل، ليکنې او رڼوونکي کتاب [(ونه) چې پوهنه او احکام پکې وو] وروړي وو (خو مړ زړو ايمان رانه وړ) . (۲۵)
ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۲۶﴾ (تر حجت بشپړونې روسته) بيا مې كافران راونيول (او سخته سزا مې وركړه؛) نو( وگوره چې) سزا (مې) څنګه وه؟ (۲۶)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ ﴿۲۷﴾ ايا نه وينې، چې الله له اسمانه اوبه اوروي، چې (له ځمكې) ډول ډول مېوى پرې راباسو، چې بېلابېل رنګونه لري (او د پالونکي د پېرزوینې له مخې) په غرونو كې هم سپينې او سرې او په بېلابېلو رنګونو او كله هم تكې تورې لارې (او ليكې) دي ( چې پېدا كړې مو دي)؟! (۲۷)
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿۲۸﴾ او همداسې د خلکو، خځندو او څارويو رنګونه هم بېلابېل دي (هو!) حقيقت همداسې دى، چې له الله یوازې پوه بندګان یې وېرېږي؛ [ځکه] چې الله بريمن بښونكى دى. (۲۸)
إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُورَ ﴿۲۹﴾ په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د الله په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي (؛ نو) دوى (گټورې او) بې تاوانه سوداګرۍ ته هيلمن دي.
(۲۹)
لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۳۰﴾ (دوى دا ښې چارې كوي) چې (الله) دوی ته خپله بدله پوره وركړي او له خپلې پېرزوينې پرې ورزیاته كړي (ځکه) چې هغه منندوى بښونكى دى. (۳۰)
وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿۳۱﴾ او څه چې موږ له کتابه تا ته در وحې کړي، حق او د مخکېنیو کتابونو تاييدونکى او ورسره همغږى دى. بېشکه الله د خپلو بندګانو په اړه باخبر لیدونکی دی. (۳۱)
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿۳۲﴾ بيا موږ دا “اسماني” کتاب يوې ډلې ته ورميراث کړ، چې له خپلو بندګانو مو راچاڼ کړي وو (؛ خو) ځينو یې پر ځانونو تېرى وكړ، ځينې یې منځلاري ول او ځينې يې د الله په امر په نېكيو كې (تر ټولو) ړومبي شول، دا هماغه ستره لورنه (او توفيق) دى. (۳۲)
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿۳۳﴾ (دوی به) همېشني جنتي باغونو ته ورننوځي، هلته به د سروزرو او مرغلرو په وښيو سينګار کړای شي او هلته به یې جامې ورېښمينې وي.(۳۳)
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۳۴﴾ او وايي : ((ستاېنه د هغه الله ده، چې خپګان یې رانه لرې كړ، په رښتيا زموږ پالونکى ښه بښونكى او خورا منندوى دى؛ (۳۴)
الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ ﴿۳۵﴾ هغه چې موږ یې د خپلې لورنې له مخې په (تلپاتې) هستوګنځي كې مېشت كړو، چې نه پکې (بدني) کړاو رارسي او نه له (روحي) ستړيا سره مخېږو.)) (۳۵)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَى عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم مِّنْ عَذَابِهَا كَذَلِكَ نَجْزِي كُلَّ كَفُورٍ ﴿۳۶﴾ او کافرانو ته د دوزخ اور دى، نه یې د مرګ پرېکړه کېږي، چې مړه شي (او قيصه يې پاى ته ورسي) او نه یې له عذابه څه ترې کمېږي. (هو!) هر نامنندوی ته همداسې سزا ورکوو. (۳۶)
وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَاءكُمُ النَّذِيرُ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ﴿۳۷﴾ او دوى به پکې نارې سورې وهي: ((پالونکيه! موږ وباسه، چې د پخوانيو کړنو پر خلاف ښې چارې وکړو.)) (په ځواب کې ورته ويل کېږي:) ولې دومره عمر مو درکړی نه و، چې که چا پکې پند اخست؛ نو اخستاى يې شو او (الهي) گواښگرندي درغلي نه وو؟! نو [عذاب] وڅکئ، چې [مشرکو] ظالمانو ته څوک مرستندوى نشته (چې له عذابه يې بچ کړي)! (۳۷)
إِنَّ اللَّهَ عَالِمُ غَيْبِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۳۸﴾ په حقيقت کې الله د اسمانونو او ځمکې له پټو (خوالو) خبر دى او بېشکه هغه د سينو پر پټو خوالو (هم) ښه پوه دی. (۳۸)
هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا ﴿۳۹﴾ دی (الله) هغه (ذات) دى، چې تاسې يې په ځمکه کې ځايناستي کړئ؛ نو څوک چې کافر شو؛ نو کفر يې د خپلې غاړې دى او کافرانو ته یې کفر د خپل پالونکي غوسه لا تاوجنوي ‏او (هم) کافرانو ته يې کفر بې له زيانه بل څه نه ورزياتوي. (۳۹)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّنْهُ بَلْ إِن يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿۴۰﴾ ووايه: ((ما ته راوښيئ، دا خپل معبودان چې د الله پر ځاى ورته قايل ياست (او لمانځئ)، په ځمکه کې يې څه پيدا کړي دي يا د اسمانونو (په پنځون او مالکيت کې يې) څه ونډه شته؟ يا کوم (اسماني) کتاب مو ورکړى، چې دوی یې په رڼا کې (د خپل شرک لپاره) څه څرګند دليل ولري؟)) (نه دا يو هم نشته)؛ بلکې (مشرک) ظالمان يوازې يو بل ته د غولونې (او دروغو) ژمنې ورکوي. (۴۰)
إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۱﴾ په رښتینه کې الله اسمانونه او ځمکه [په خپلو مدارونو کې ثابت] ساتي، چې (له خپلو غونډالونو) بېځايه نشي او که (په اجازه يې) بېځايه شي (؛ نو) تر ده روسته يې هېڅوک ساتلاى نشي، په رښتيا هغه زغمناک بښونکى دى. (۴۱)
وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءهُمْ نَذِيرٌ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَى مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ فَلَمَّا جَاءهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا ﴿۴۲﴾ او (مشرکانو) پر الله پاخه پاخه قسمونه وکړل، چې که دوی ته کوم ننګوونکى (پېغمبر) ورشي؛ نو هرومرو به تر بل هر امته زيات پر سمه لار وي؛ خو چې دوی ته گواښگرندى ورغى؛ نو (له حقه) يې له تېښتې او کرکې بل څه ورزيات نه کړل. (۴۲)
اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا ﴿۴۳﴾ (له حقه د دوی دا کرکه یې) په ځمکه کې د لويي غوښتنې، سرغاړۍ او ناوړه دسيسو (او چلونو) لپاره وه؛ خو يوازې چليان د خپلو بدو چلونو په لومو کې نښلي؛ نو آيا دوى بې د مخکېنيو له سنت (او له دردناک عذابونو یې) بل څه ته څارو دي (چې داسې ده؛ نو) د الله په سنت (او را روانه کړنه) کې به هېڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ومومې، چې د الله د سنت (او کړنې) مخه دې پر بل لور واړول شي. (۴۳)
أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا ﴿۴۴﴾ ايا دوى په ځمکه کې ګرځېدلي نه دي، چې وويني تر دوى د مخکې خلکو پاى څنګه وه؟ هماغوی چې تر دوی غښتلي او ځواکمن وو او په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ څيز الله بېوسولاى نشي(؛ ځکه) چې هغه پوه وسمن دى. (۴۴)
وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا مِن دَابَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا ﴿۴۵﴾ او که الله خلک د خپلو کړنو (په سزا) نیوای (؛ نو) د ځمکې پر مخ به یې یو خوځنده پرېښی نه وای؛ خو دوی (په خپلې لورنې) تر يوې ټاکلې نېټې ځنډوي (او د ځان سمونې مهلت ورکوي؛) نو چې د دوی (ټاکلې) نېټه راورسي؛ نو(الله يې هر چا ته د کړنو له مخې سزا ورکوي؛ ځکه) چې الله د خپلو بندګانو (د حالاتو) ښه کتوونکى دى (او له نيتونو او کړنو یې خبر دى) (۴۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!