تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا ﴿۱﴾ قسم پر پرله پسې لېږل شويو! (۱)   فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا ﴿۲﴾ او پر هغو قسم،چې د توپان په څېر چلېږي، (۲)   وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا ﴿۳﴾ او پر هغو قسم،چې (ورېځې) خپروي! (۳)   فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا ﴿۴﴾ او پر […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا ﴿۱﴾ قسم پر پرله پسې لېږل شويو! (۱)

 

فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا ﴿۲﴾ او پر هغو قسم،چې د توپان په څېر چلېږي، (۲)

 

وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا ﴿۳﴾ او پر هغو قسم،چې (ورېځې) خپروي! (۳)

 

فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا ﴿۴﴾ او پر هغوى قسم،چې بېلوونكي دي،(۴)

 

فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا ﴿۵﴾ او پر هغوى قسم،چې (د پېغمبرانو په زړونو كې الهي) وېښوونكي آيتونه اچوي، (۵)

 

عُذْرًا أَوْ نُذْرًا ﴿۶﴾ د عذر (لرې كولو = غاړه خلاصونې) يا ګواښګرندۍ لپاره، (۶)

 

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ ﴿۷﴾ بېشكه څه چې (د قيامت په باب) ژمنه درسره کېږي، هرومرو پېښېدونكی دی؛(۷)

 

فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ ﴿۸﴾ نو چې ستوري تت شي، (۸)

 

وَإِذَا السَّمَاء فُرِجَتْ ﴿۹﴾ او چې اسمان وچوي او دړې وړې شي، (۹)

 

وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ ﴿۱۰﴾ او چې غرونه له خپل ځايه راونړېږي او خواره واره شي، (۱۰)

 

وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ ﴿۱۱﴾ او چې استازيو ته (د شهادت وركولو لپاره) وخت وټاكل شي . (۱۱)

 

لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ ﴿۱۲﴾ (دا كار) كومې ورځې ته ځنډول شوى دى؟! (۱۲)

 

لِيَوْمِ الْفَصْلِ ﴿۱۳﴾ له حقه د باطل) د بېلتون ورځې ته. (۱۳)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الْفَصْلِ ﴿۱۴﴾ او ته څه پوهېږې،چې د بېلتون ورځ څه ده؟! (۱۴)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۵﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونکیو افسوس وي! (۱۵)

 

أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۶﴾ پخواني (مجرم) قومونه مو هلاك کړي نه دي؟! (۱۶)

 

ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِينَ ﴿۱۷﴾ بيا به روستني (مجرمان هم) ورپسې کړو.(۱۷)

 

كَذَلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ﴿۱۸﴾ (هو) له مجرمانو سره دغسې چلن كوو. (۱۸)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۹﴾ پرهغه ورځ دې پر دروغ ګڼونکیو افسوس وي! (۱۹)

 

أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاء مَّهِينٍ ﴿۲۰﴾ ايا تاسې مو له سپكو او ناڅيزه اوبو پيدا كړي نه ياست؟ (۲۰)

 

فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ﴿۲۱﴾ نو موږ هغه په یو خوندي ځاى [زيلانځ] كې تم كړې،(۲۱)

 

إِلَى قَدَرٍ مَّعْلُومٍ ﴿۲۲﴾ (چې) تر یوې ټاكلې مودې (پكې وې)؟! (۲۲)

 

فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ ﴿۲۳﴾ نو موږ پر دې كار لاسبر وو؛ نو موږ څه ښه وسمن يو (او د معاد كار راته اسانه دى). (۲۳)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۴﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۲۴)

 

أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا ﴿۲۵﴾ ايا ځمكه مو د انسانانو د اوسېدانې او ټولنيز ژوند مرکز کړى نه دى؟(۲۵)

 

أَحْيَاء وَأَمْوَاتًا ﴿۲۶﴾ هم يې په ژوند کې او هم يې په مرګ کې ( په ژوند کې کور او په مرګ کې ګور دی) (۲۶)

 

وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُم مَّاء فُرَاتًا ﴿۲۷﴾ او موږ پكې دنګ دنګ ټینګ غرونه ايښي او خوږې اوبه مو دروڅښلې .     (۲۷)

 

وَيْلٌ يوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۸﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۲۸)

 

انطَلِقُوا إِلَى مَا كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۹﴾ (ورته ويل كېږي : )  د هماغه څيز خوا ته ورشئ،چې تل مو دروغ ګاڼه .(۲۹)

 

انطَلِقُوا إِلَى ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ ﴿۳۰﴾ [د هغه] درې خولي دود خوا ته ورشئ! (۳۰)

 

لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ ﴿۳۱﴾ [چې] نه سيورى لري او نه د اور د لمبو مخه نيسي! (۳۱)

 

إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ﴿۳۲﴾ چې هغه (اور) د ماڼۍ په شان سپرغۍ بادوي!(۳۲)

 

كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ ﴿۳۳﴾ لکه ژېړ رنگي اوښان (۳۳)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۴﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۳۴)

 

هَذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ ﴿۳۵﴾ دا هسې ورځ ده،چې [كافران] خبرې نه كوي (او د خپلې دفاع وس نه لري)، (۳۵)

 

وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ ﴿۳۶﴾ او دوی ته د عذر غوښتو اجازه نه وركول كېږي .(۳۶)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۷﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۳۷)

 

هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ ﴿۳۸﴾ (او ورته ويل كېږي:) همدا (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده،چې تاسې او مخكېني مو (ګرد) راټول كړي ياست. (۳۸)

 

فَإِن كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ ﴿۳۹﴾ نو كه [زما د مجازاتو له منګولو د تېښتې] څه چل او چاره درسره وي؛نو زما پر وړاندې یې وکاروئ .(۳۹)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۰﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۴۰)

 

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ ﴿۴۱﴾ په حقيقت كې (پر هغه ورځ) متقیان (د جنتي ونو) تر سيورو لاندې او د چينو (په غاړه كې) دي،(۴۱)

 

وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۴۲﴾ او هر ډول مېوې يې،چې خوښېږي (په مخكې به يې وي).   (۴۲)

 

كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾ د هغو كړنو له امله يې په خوند سره خورئ او څښئ،چې تل مو كول .(۴۳)

 

إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنينَ ﴿۴۴﴾ په رښتینه كې موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو. (۴۴)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۵﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۴۵)

 

كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجْرِمُونَ ﴿۴۶﴾ (او مجرمانو ته ووايه : ) وخورئ او په دې لږه موده كې (له دنيوي ژونده) ګټه واخلئ (؛خو پوه شئ،چې الهي عذاب درته څارو دى) ؛ځكه تاسې مجرمان ياست . (۴۶)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۷﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۴۷)

 

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ ﴿۴۸﴾ او چې ورته وويل شي : ((ركوع وكړئ)) (؛نو) ركوع نه كوي .   (۴۸)

 

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۹﴾ پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (۴۹)

 

فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۰﴾ (او كه دوى پردې قرآن ايمان نه راوړي ) ؛ نو تر دې (قرآن) روسته به پر كومې خبرې ايمان راوړي؟! (۵۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!