تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ځوانانو او ژڼیو لپاره د محمد رسول الله (ص) ژوند   سریزه. 8 تر اسلام مخکې نړۍ… 10 عربستان د اسلام د راښکاره کېدو پرمهال.. 12 میلاد النبي. 14 د اسلام د پېغمبر ماشومتوب… 19 د حضرت محمد ځواني.. 22 له حضرت محمد (ص) سره د بحیرا راهب خبرې اترې… […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ځوانانو او ژڼیو لپاره

د محمد رسول الله (ص) ژوند

 

سریزه. 8

تر اسلام مخکې نړۍ… 10

عربستان د اسلام د راښکاره کېدو پرمهال.. 12

میلاد النبي. 14

د اسلام د پېغمبر ماشومتوب… 19

د حضرت محمد ځواني.. 22

له حضرت محمد (ص) سره د بحیرا راهب خبرې اترې… 32

د حضرت محمد (ص) شپوڼتوب او اندنه –تفکر.. 36

د حضرت محمد (ص) ړومبی واده. 38

تر بعثت مخکې د رسول الله وګړه-شخصیت… 44

د وحې پیل.. 49

عمومي بلنه.. 57

د قریشو ستونزې او کړاوونه.. 62

هجرت… 75

د رسول الله پوځي سیاست… 83

د بدر غزوه. 84

د احد غزوه. 86

د احزاب (خندق) غزوه. 86

د بنی قریظه غزوه. 87

د حدیبیې سوله.. 87

د خیبر غزوه. 89

د مکې فتح.. 90

د اسلام نړیوال رسالت… 95

د رسول الله ځایناستي. 99

د رسول الله مبارک وفات… 106

د رسول الله ژوند ته لنډه کتنه.. 112

 

 

لومړۍ برخه

 

 

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم

 

سریزه

د اسلام د پېغمبر زوکړه د تورتمونو له منځه تلل او له ظلمونو څخه د خلاصون د ژمنې پوره کېدل وو؛ هغه مهال، چې تورتمونه او ورکاوي پر ټوله نړۍ خواره وو، د عربستان په تورتم آسمان کې یو ځلنده لمر راوخوت او ټولې نړۍ ته یې وړانګې او تودوخه ورکړه، د رسول الله (ص) د تاریخي رسالت په پیل سره د بشریت د تاریخ د کتاب یوه نوې پاڼه پیل شوه او لار ورکی او ناپوه بشر خپلې مخې ته روښانه او راتلونکې جوړونکې لار ولیده. تر هغه روسته د تاریخ د مېړني په خپلو نه ستړې کېدونکیو هلو ځلو کوښښ وکړ، چې انسانان له بندونو راخلاص او کمالونو ته یې ورسوي.

اوس مونږ د هغه ستر او پرتمین انسان پر ژوند لنډه رڼا اچوو؛ ځکه د ژوند هره شېبه یې د ژوند لپاره زده کړه او مونږ ته پکې یو څرګند پېغام دی، چې د الله تعالی د ورستي حجت د نشتون او غیبت په عصر او پیر کې ژوند کوو؛ ځکه مونږ هم خپله لار، د لار مشال او مشر ورک کړی دی او په بې صبرۍ کې د نړیوال سمونپال او مصلح د راښکاره کېدو په تمه یو، چې له نورو صالحانو سره د نېکمرغۍ پر لور خپله لار ومومو.

 

 

تر اسلام مخکې نړۍ

د اسلام د راښکاره د مخه د نړۍ خلکو د ګروهو، افکارو، وګړیز او ټولنیز ژوند له پلوه په بدمرغۍ او خواشینوونکي حالت کې ژوند کاوه. که څه، د ټولې نړۍ حالات سره یو شان نه ول؛ خو په ټول کې ویلی شو،  چې ټول خلک په آندیزې کږلارۍ، ناوړه ټولنیزو دودونو، پر کږنو او انګېرنو او خرافاتو او ټولنیزو او اخلاقي فسادونو کې سره شریک ول.

د اسلام تر راښکاره کېدو روسته یهودیانو د حضرت موسی علیه السلام په دین کې اړونې راوستې او ددې دین اصول او آرونه یې د لرګي په شان وچ او کلک کړل، تردې چې د توکیزپالنې او دنیا لمانځنې روح پر خلکو واکمن شوی و. مسیحیت هم چې د وګړیو د اخلاقو د تهذیب او د خلکو د روح د پاکولو په موخه راغلی و، پاچایانو، روحاني پلارانو او ظالمو واکمنانو یې منځپانګه واړوله، چې په دې اړونې سره په خپله دا دین د وګړیو د اخلاقو د تهذیب او د خلکو د روح د پاکولو پر لار خنډ شو، همداراز د الله تعالی له یاده یې د خلکو ذهن واړاوه او ذهنونه یې بېلارې کړل او په دې توګه د بشر په لارښوونې او مشرۍ کې پاتې راغی.

ټوله ځمکه د فساد او ورکاوي د اور په لمبو کې سوځېده، خرافاتو او اوهامو د دین په نامه د خلکو په اذهانو واکمني کوله. ایرانیان دوه لمانځي ول او د نېکیو او بدیو پر دوو خدایانو یې ګروهه درلوده. یهودیانو الله تعالی خپل خپلوان ګاڼه او نورو ته پر ارزښت قایل نه ول او حضرت عزیر علیه السلام یې د الله تعالی زوی باله. مسیحیان پر درېیو خدایانو (پلار، زوی او روح القدس) ګروهن ول. نورو هم بوتان،  غواګانې،  ستوري او. . . . . . نمانځل او پر ټولو ځایونو فساد،  فکري او معنوي ځوړ سیوری اچولی و.

 

عربستان د اسلام د راښکاره کېدو پرمهال

عربستان، چې سوځېدلې سیمه نومېده،  عجیبه حالات یې درلودل،  وچې بیدیاوې او درې او غونډۍ، چې نه یې اوبه درلودې او نه شنه بوټي،  داسې ځای و، چې د چینجیانو په څېر به پکې لوغړېدل او په کجورو او د باران په چټلو اوبو به یې لوږه او تنده ماتوله. شخړې او ټبریزې جګړې د هغه مهال د عربستان د خلکو د ټولنیز ژوند اصلي بنسټ و،  دوه ټبره به په خورا کوچنیو مسلو یو له بل سره لاس او ګرېوانېدل او دې جګړې به یې تر کلنو پورې دوام مونده او یو د بل ځانونه او ناموسونه به یې له منځه وړل.

مکه یوه بوتخونه وه، چې ۳۶۰ بوتان پکې ول. مکه مېشتو به په تجارت،  سود خوړو او د مریانو په پېر پلور خپل ژوند تېراوه.

لوټنه،  وحشیتوب، یرغلونه او خیانت یې څرګند صفات وو. انسان وژنه ورته مړانه ښکارېده. د نجونو شتون یې بې غیرتي ګڼله؛ ځکه د هغوی د ژوند له لګښتونو او مصارفو نه یې ډارېدل. معصومې او بېګناه نجونې به یې وژلې او یا به یې ژوندۍ خخولې. که کوم سړي ته بې خبر راووړ،  چې مېرمن دې لور زېږولې؛ نو له له غوسې نه به یې څېره تکه سره شوه،  له خلکو نه به څنډې ته شو او په دې چورت کې به و، چې اوس له دې لور سره څه وکړي؟ آیا بې غیرتي ومني او پالنه یې وکړي او یا تر خاورو لاندې خخه کړي او یا داچې له خلکو نه دا د ننګ ټوټه پټه وساتي. (۱)

حضرت علي په دې باب وايي:

((. . . . او تاسې ای عربانو ! پر هغه مهال مو خورا ناوړه دین (بوت لمانځنه) درلود او پر خورا ناوړه ځمکه مو ژوند کاوه. د ګټونو سیمه او په زهرجنو مارانو کې، چې په غږ به هم له هغه ځایه نه تلل. خړې اوبه او بې خونده خواړه مو خوړل، یو د بل وینه مو تویوله او له خپلوانو لرې وﺉ،  په منځ کې مو بوتان لګېدلي ول او له ګناهونو مو ډډه نه کول. . . . )) (۲)

 

 

میلاد النبي

د مکې ښار په تورتم او چوپتیا کې تری تم و، د ژوندانه او فعالیت نښې نښانې پکې نه موندل کېدې. سپوږمۍ د تل په څېر، ورو ورو د تورو غرونو له څنډو راپورته کېده او خپلې کمرنګې وړانګې یې پر ساده کورونو او همداراز د ښار د شاو خوا په شګلنو بیدیاوو اچولې.

سوکه سوکه شپه په نیمايي کېدو وه او يو په زړه پورې نسیم د حجاز پر سوځېدلې سیمه ولګېد، ستورو هم،  دې بې ریااو ساده غونډې ته ښکلا ورکړې وه او خوبوړویو مکه مېشتو ته په موسکا ول.

سهار را رسېدلی و او سهرخیزه او شپه ویښي مرغانو په هغه جنتي هوا کې نغمې ویلې، ته وا له خپل محبوب سره په راز و نیاز بوخت دي.

مکه مخ په سهار کېدو وه؛ خو لا تر اوسه د مکې پر ښار چوپتیا واکمنه وه؛ ټول ویده ول او یوازې حضرت آمنه علیها السلام ویخه وه، او هغه درد ته چې په ورته په تمه وه، پر ټول وجود یې راخپور شوی و؛ ناڅاپه یې څو نوراني او ناپېژانده مېرمنې په خپله خونه کې ولیدې، چې خورا په زړه پورې بوی یې د خونې فضا معطره کړه، حیرانه شوه، چې دوی څوک دي او څنګه له تړلیو ورونو څخه راننووتې؛ هغوی ځان معرفي کړ: پاکه مریم د حضرت عیسی علیه السلام مور،  آسیه د فرعون ایمانداره مېرمن او. . . .

ډېر وخت لا تېر شوی نه و،  د آمنې ګران زوی وزیږېد او په دې توګه د ربیع الاول د اوولسمې ورځ پر سهار دې نړۍ ته راغی او آمنه یې پرې خوشحاله او سترګې یې پرې رڼې شوې. (۳)

ټول په دې زوکړه خوشحاله وو؛ خو په همدې مهال، چې دې سپېڅلي ماشوم د آمنې د کور تورتمونه تری تم کړل،  ځوان مېړه یې عبدالله په کور کې نه و؛ ځکه هغه له شام نه د راستنېدو پر مهال په مدینه کې ومړ او له ښاره بهر خاورو ته وسپارل شو او آمنه یې د تل لپاره یوازې پرېښووله.

 حضرت محمد (ص) وزیږېد او له زوکړې سره سم یې په آسمانونو او ځمکه کې یو لړ پېښې راپېښې شوې او بشریت ته یې د تیارسۍ زنګ وواهه.

پر هغه شپه د انوشیروان ماڼۍ، چې هغه مهال د ځواک او واک یوه نښانه وه او ټول خلک یې واکمن او دې ماڼۍ ته ګوته په خوله ول،  ولړزېده او څورالس ستنې یې ړنګې شوې.

د فارس اورتون، چې په زرونو کلونو پکې اور لمبې وهلې، یودم مړ شو او د ساوه سیند اوبه یودم وچې شوې. (۴)

حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د حضرت عیسی علیه السلام تر زوکړې ۵۷۰ کاله روسته وزیږېد. پر هماغه کال د ابرهه فیل سپرو لښکرو پر مکه یرغل کړی و، چې کعبه ړنګه کړي؛ خو د الله تعالی عذاب ووهل او توتیکیو پر کاڼو وځپل او ټول یې له منځه یووړل. دا کال په تاریخ کې په عام الفیل یاد فیل په کال مشهور شو.

داچې حضرت محمد (ص) پلامړی و؛ نو پالنه یې خپل نیکه؛ عبدالمطلب پر غاړه واخسته؛ نو لومړی په دې لټه کې شو، چې آنحضرت (ص) ته یوه دایه ونیسي.

په عربو کې داسې دود و، چې خپل نوزېږي ماشوم ته به یې تر زوکړې روسته د مکې د شاوخوا له ټبرونو یوه دایه نیوه، چې هم په پاکه هوا او د بیدیا په طبیعي چاپېریال کې ورزول شي او هم په فصیحه عربي ژبه ګړدود زده کړي؛ ځکه هغه مهال اصیل عربي ګړدود یوازې په بیدیاوو کې موندل کېده. هم پورته موخو او هم داچې حضرت آمنې شیده نه درلودې؛ نو عبدالمطلب په دې فکر کې شو، چې یوه پاکه، محترمه او ډاډمنه مېرمن د خپل ګران لمسي پالنې، چې د هغه د ګران زوی عبدالله یوازېنۍ نښه وه، وګوماري. تر خورا پلټنې روسته یې دې چار ته حلیمه،  چې پاکلمنې، اصیله او مېړنۍ مېرمن وه، وټاکله.

حلیمې کوچنی خپل ټبر ته بووت او د خپل زوی په شان یې د هغه په رزونه لاس پورې کړ. د حلیمې ټبر له څه مودې راپدېخوا په بیدیا کې په سوکړه کې په سختۍ شپې ورځې سبا کولې.

پر هغه ورځ، چې حضرت محمد (ص) د حلیمې کور ته ولاړ؛ نو برکتونو یې هم کور ته ورمخه کړه او کور او کورواله یې له نعمتونو او خوشحالیو برخمن شول.

وچ تیونه یې له شیدو ډک شول او د ټبر د څارویو وچ څړځایونه شنه او زرغون شول،  حال دا، تر دې دمخه خلکو په سوکړه او وچکالۍ کې ژونده کاوه.

حضرت محمد (ص) د نورو ماشومانو په پرتله ژر وده کوله، تر هغوی ګړندی و او د نورو په څېر تړتړی نه و.

برکتونه او نعمتونه داسې ورسره مل ول، چې هر چېرې به چې تله؛ نو برکتونه او نعمتونه به هم ورسره ول؛ ټول دې حقیقت ته رسېدلي وو او اعتراف یې پرې کاوه. تردې چې د حلیمې مېړه به حلیمې ته ویل: آیا پوهېږې، چې څومره بختور ماشوم مو په نصیب شوی دی ؟

حضرت محمد (ص)، چې څلور کلن شو؛ نو حلیمې بي بي ښار ته راوست او خپلې ګرانې مور ته یې وروسپاره. دوه کاله روسته حال دا، د برکتي ژوند شپږم پسرلی یې مخ په تېرېدو و، مور یې د خپلې کورنۍ او د مېړه د قبر د زیارت په موخه، له خپل یوازېني زوی سره له مکې د مدینې پر لور روانه شوه او د خپلوانو تر لیدو او د مېړه د قبر تر زیارت روسته د راستنېدو پر مهال، مکې ته تر رارسېدو د مخه په ابوا نومې سیمه کې مړه شوه او خپل ګران زوی یې یوازې پرېښود. په دې توګه د عمر په دې دواړو پېرونو کې چې حضرت محمد (ص) د مور و پلار مینې ته خورا اړمن و،  دواړه یې له لاسه ورکړل. (۵)

 

 

 

د حضرت محمد (ص) ماشومتوب

د رسول الله (ص) کړو وړو او ویناوو یې له خپلو همزولو سره خورا توپیر درلود او په همدې توپیر یې پلارجان هم پوهېدو؛ نو ځکه یې د هغه خورا درناوی هم کاوه.

حضرت ابوطالب د رسول الله تره به ویل: هېڅکله مې له محمده دروغ،  ناوړه او بې عقله چار و نه لیده. نه بې ځایه خاندي، نه بې ځایه ګړېږي او ډېری وخت یوازې وي. (۶)

الله تعالی له هماغه وړوکتوبه پر خپل روستي استازي ځانګړی پام درلود او هغه یې ګام په ګام د خپلې درندې دندې او رسالت نبوت ته چمتو کاوه. امیرالمؤمنین په دې هکله وايي:

((. . . . الله تعالی د حضرت محمد (ص) د تیخورۍ تر پېر روسته ورسره خپله یو ستره پرښته یوځای کړه، چې د کرامتونو او برمونو کړنلارې او د نړۍ تر ټولو ښکلي اخلاق ورزده کړي او شپه او ورځ به یې آنحضرت ته ورزده کړه کوله. )) (۷)

او په پایله کې دا الهي مرستې وې، چې دا غوره ټاکلی انسان یې د هماغه ژوند له پیله موحد او یولمانځی کړ او په خورا مړانه یې له بوتلمانځنې سره مبارزه وکړه. د حج اعمال به یې ترسره کول او د خوړو پر مهال یې د الله تعالی نوم اخسته او په پای کې به یې د الله تعالی ستاینه او شکر ادا کاوه. د هغه څاروي غوښه به یې نه خوړه، چې بوتانو ته به حلال شوي ول او د صدقې او حرام مال له خوړو به یې ډډه کوله.

هغه مهال، چې اووه کلن و، داچې یهودانو په خپلو کتابونو کې لوستي ول،  چې د اسلام پېغمبر به حرام او شبهه لرونکي (۸) خواړه نه خوري؛ نو هوډ یې وکړ، چې حضرت محمد (ص) وازمېیي؛ نو یو مارغه یې راپټ کړ او ابوطالب ته یې ورولېږه. رسول الله هغه مارغه ته لاس ورنووړ، چې د علت په هکله یې وپوښت؛ نو په ځواب کې یې وویل: حرام دی او الله تعالی مې له حرامو ساتي.

بیا یهودانو یو مارغه له ګاونډیانو واخست او ورته یې وویل، چې بیه به یې بیا روسته درکړي او هغه مارغه یې حضرت محمد (ص) ته ورولېږه؛ خو آنحضرت بیا هم و نه منله او و یې ویل: دا خواړه شبهه لرونکي دي. نو بیا یهودانو وویل: دا ماشوم به لوړ مقامی وي. (۹)

عبدالمطلب، چې د قریشو بادارا او مشر و، له حضرت محمد (ص) سره به د نورو ماشومانو په څېر نه چلېده؛ بلکې هغه ته پر یو اوچت مقام قایل و.

هر کله به یې چې عبدالمطلب ته د کعبې ترڅنګ ځای جوړاوه، زامن به یې د عبدالطلب له ځانګړي ځایه راتاوېدل، د عبدالمطلب ستریا او برم دومره ډېر و، چې خلکو جرات نه درلوده، چې د عبدالمطلب ځانګړي ځای پر لور ولاړ شي؛ خو حضرت محمد به د هغه ستریا او برم نه راماتوه او نېغ په نېغه به د عبدالمطلب ځانګړي ځای ته ورتله.

د عبدالمطلب زامنو به یې چې مخه نیوه؛ نو عبدالمطلب به ورته ویل: زوی مې راپرېږدﺉ ! پر الله تعالی قسم، چې هغه د ستر مقام خاوند دی.

نو بیا به حضرت محمد د قریشو له بادار –عبدالمطلب –سره کېناسته او ورسره به یې خبرې کولې. (۱۰)

عبدالمطلب به تل له حضرت محمد سره خواړه خوړل او تل به ورسره و، پر خپل ځای به یې کېناوه او په هره غونډه او ناسته کې به حضرت محمد ورته تر ټولو نږدې و او په خپلو خپلوانو، کورنۍ او ټبر کې به یې ځانګړی پام و.

 

 

د حضرت محمد ځواني

د آنحضرت ماشومتوب د یتیمۍ په خپګانونو کې د نیکه عبدالمطلب او تره ابوطالب تر سیوري لاندې تېر شو. محمد (ص)، چې اته کلن شو؛ نو نیکه یې له دنیا سترګې پټې کړې او د خپل ګران لمسي پالنه یې ابوطالب ته وروسپارله. د یتیمۍ له خپګانونو دا ډک پېر، چې تر هر غمه کړوونکی و او د هغه لطیف روح یې ځوراوه، د الله تعالی د روستي استازي د شخصیت د لاندبنسټونو د جوړولو او پیاوړي کولو په موخه وو او د رسالت لپاره یې ورته زغم ورزده کاوه.

آنحضرت (ص) مخ په ځوانېدو و. هغه سره له دې، چې د مور او پلار له مینې بې برخې شوی و؛ خو ابوطالب یې د خپل پلار د ټینګې سپارښتنې او اخلاقي دندې په پار تل ملاتړی و. حضرت محمد په واقع کې ابوطالب ته درې اهمیته درلودل:

د هغه د ځوان رور او پلار یادګار یې و؛ نو د کورنۍ له غړیو ځنې یې شمېرل کېده او د هغه د نورو زامنو په څېر به ورسره دسترخوان ته کېناسته او د هغه په کور کې یې ژوند کاوه. دا تره او وراره دومره یو پر بل ګران وو،  ته وا ژوند یې یو له بل سره تړلی دی او د همدې مینې له امله به ول، چې ابوطالب به د یوې شېبې لپاره هم له ځانه نه لرې کاوه،  له لاسه به یې نیوه او له ځان سره به یې عمومي بازارونو: لکه عکاظ ته وړه؛ هغه له حضرت محمد (ص) سره تر خپلو زامنو ډېره مینه درلوده او د هغه به یې خورا درناوی کاوه.

 

***

الله تعالی لمانځو او موحدانو به کعبه یو سپېڅلی ځای ګاڼه؛ ځکه دا خونه حضرت ابراهیم علیه السلام جوړه کړې وه او بنسټ یې پر توحید ایښوول شوی و؛ نو د حج د موسم پر مهال به یې زیارت ته ورتلل.

عبدالمطلب، چې د قریشو مشر و، پردې سربېره یې د الله تعالی د کور د مېلمنو د مېلمستون او ورته د اوبو رسولو دنده هم پر غاړه وه. دې چار خورا ډېر نقد لګښت درلود، چې یو تن نشو پوره کولای؛ نو ځکه د مکې او د شاوخوا سیمو مشرانو به ددې چار لپاره ډېرې پیسې راټولولې او دا چار پکې ورو ورو پر یوه دود واوخوت او د درآمد بڼه یې ومونده.

د فیل سپرو له یرغله اته کاله تېر شوي ول، د حج موسم رانږدې و او عبدالمطلب باید حجاجو ته کافي او بسیا خواړه او اوبه چمتو کړې وای،  هغه چې حساب کتاب وکړ؛ نو و یې لیدل، چې یو شتمن خپله برخه نه ده ورکړې، دې شتمن په طایف کې خورا ځمکې او بڼونه، کورونه او سل اوښان درلودل، چې سوداګري توکي به یې لېږدل رالېږدل؛ هغه به هر کال پینځه اوښان او سل منه غنم یا جوار عبدالمطلب ته ورکول، چې د الله تعالی د کور زایرانو ته ولګول شي؛ خو پر هغه کال یې خپله برخه نه وه ورکړې.

عبدالمطلب ورپسې څو ځل کسان ورولېږل او له هغه یې وغوښتل، چې خپله برخه ورکړي؛ خو دې سړي به په سپکو سورو د عبدالمطلب استازي راستنول او د خپلې برخې له ورکړې به یې سرغړونه کوله. عبدالمطلب، چې بله چاره نه درلوده، اړ شو، چې خپل اته کلن لمسی دې سړي ته ور و لېږي، چې د نه ورکړې او سرغړونې پر علت ځان پوه کړي.

د قریشو مشران په دې کار غوسه او خپه شول او عبدالمطلب ته یې وویل: سترو او مخورو وګړیو، چې څه و نه کړای شول؛ نو دا اته کلن ماشوم به څه وکړي؟

عبدالمطلب هغوی دلاسه کړل او حضرت محمد (ص) ته یې دا دنده وروسپارله. څه وخت تېر شو، چې عبدالمطلب ته یې خبر ورکړ، چې محمد په راستنېدو دی او هغه شتمن سړی له شپږو اوښانو سره، چې بار پرې بار دی،  ورپسې راروان دی.

هغه سړی، چې عبدالمطلب او نورو شتمنو ته راورسېد، درناوی یې پر ځای کړ او داچې خپله برخه یې نه وه ورکړې، بښنه یې وغوښته او و یې ویل: ستاسې د استازي د درناوي لپاره د پینځو اوښانو پر ځای شپږ اوښان درکوم؛ ځکه ستاسې استازي زه په خپلو ښو اخلاقو شرمنده او خېجله او حیران کړم او هم یې وویل: ستا مخکنیو استازیو به غوسه کولم او هوډ مې درلود، چې یوه ورځ دلته راشم او سزا ورکړم او ښه یې پوه کړم؛ خو ستاسې ننني استازي زه ښه پوه او زده کړه یې راکړه، ما په خپل ټول عمر کې دومره هوښیار او پوه او د ښو اخلاقو څښتن نه و لیدلی.

خلکو له دې شتمن سړي څخه وغوښتل، چې تېره کیسه ورته وکړي؛ نو ویې ویل:

ستاسې لومړی استازی زما کور ته راغی، هغه مهال مې مېلمانه درلودل،  هغه په چغو او لوړ غږ راته وویل، چې برخه مې ورکړم او په دې چار یې د خپلې کورنۍ، مېلمنو او مریانو په مخ کې د دوو پیسو کړم، ما هم وکنځه او تش لاس مې درستون کړ.

ستاسې دویم استازی مې کور ته بې اجازې راننووت او غوښتل یې زما اوښان له ځان سره یوسي، چې راورسېدم او و مې پوښت: دا ته څه کوې؟

و یې ویل: د الله تعالی د کور کلنۍ برخه وړم.

ورته مې وویل: آیا عبدالمطلب اجازه درکړې، چې د غل په څېر مې کور ته راننوځې او مال مې یوسې ؟

و یې ویل: نه ! خو داچې ته په نرمه ژبه نه پوهېږې؛ نو له زوره کار اخلم.

زه هم غوسه شوم او له کوره مې وایست.

درېیم استازی مو راغی او د پورړي په څېر مې مخې ته ودرېد او په چغو شو. هغه غوسه کړم او هوډ مې وکړ، چې دلته راشم او ووایم، چې نوم مې د الله تعالی د کور د کلنۍ برخې د ورکوونکیو له نوملړه وباسی، چې نن د عبدالله زوی راغی. له کوره بهر ولاړ و، غږ یې راته وکړ،  سلام یې واچاوه او کور ته د راننووتو اجازه یې وغوښته، و مې پوښت: څوک یې ؟

و یې ویل: مېلمه یم.

و مې ویل: مېلمه دې پر سر سترګو راشي.

موسکی رادننه شو. ما هم څو مېلمانه درلودل، مېلمانه، چې ولاړل؛ نو په خورا ادب او درناوي یې وویل: عبدالمطلب رالېږلی یم او د هغه او دوستانو سلام مې درته راوړی دی او ترڅنګ یې وویل، چې د حج موسم رانږدی شوی دی او مرستې ته دې اړمن یو؛ نو که خوښه دې وي او وړ ګڼې؛ نو برخه دې ورکړه او که نه یې ورکوې؛ نو مهرباني وکړه په علت مې یې پوه کړه.

ورته مې وویل: ته د چا زوی یې ؟

و یې ویل: د عبدالله زوی یم.

ورته مې وویل: ته ښه هلک یې، ښه پلار دې درلود او لوراند او ښه نیکه لرې. برخه مې وړلو ته چمتو ده، کولای شې، چې یو یې سې.

او بیا مې ورته ټوله هغه کیسه او علتونه وویل، چې ولې مې مخکې استازیو ته برخه نه ورکوله. د عبدالله زوی په ځیر خبرو ته غوږ نیولی و او زما په خبرو کې یې را و نه دانګل؛ خو په پای کې یې راته وویل: یوه هیله درځنې لرم.

و مې ویل: ووایه ؟

و یې ویل: هیله مې ده، چې راسره ولاړ شی او همدا خبرې دې په ډله کې ټوله ته وکړﺉ، چې په منځ کې کینه او زړه بدوالی له منځه ولاړ شي.

په زړه کې مې د هغه په عقل، ځیرکۍ او ښه سړیتوب زر آفرینه وویل او ورسره دلته راغلم،  په قدر یې پوه شی، ټولې کړنې او خویونه یې پېغمبرانو ته ورته دي او ښه استازی؛ یعنې دا.

ټول خلک د هغه سړي په خبرو خوښ شول او په زړونو کې یې پر حضرت محمد (ص) زو آفرینه وویل.

 

***

د حج کولو پر مهال یوه سړي د پیسو کڅوړه ورکه کړه او وږی او تږی عبدالمطلب ته په ګیلو شو او مرسته یې ترې وغوښته. حضرت محمد (ص)، چې اووه کلن ماشوم و، دې سړي ته یې اوبه ورکړې او د پیسو د کڅوړې نښې نښانې یې ترې وپوښتنلې. سړي نښې نښانې وویلې. حضرت محمد رایاد کړل، چې وړمه ورځ یو ماشوم پر ځمکه یو څه وموندل او تر کمیس لاندې یې پټ کړل او هوډ یې وکړ، چې په دې باب پلټنه وکړي.

حضرت محمد په هغه کوچني پسې ولاړ او ورته یې وویل،  چې یو اعرابي د خپلو پیسو کڅوړه ورکه کړې، که چېرې تا موندلې وي؛ نو هغه سړي ته یې بېرته ورکړه.

کوچنی په پیل کې د کڅوړې له موندو منکر شو؛ خو چې پوه شو، چې محمد له هر څه خبر دی؛ نو ورته یې وویل: هوډ لرم، چې د کڅوړې پیسې پر ماشومانو وویشم او ته هم ای محمده خپله برخه واخله.

حضرت محمد (ص) نیوکه پرې وکړه. ماشوم وویل: چمتو یم پیسې درسره نیمې کړم. پاک محمد دا کار ورسره و نه مانه. د کوڅې ماشومان راغونډ شوي ول،  ورته یې وویل: دا کڅوړه به تاته درکړو، څومره پیسې، چې دې خوښې وي، وا یې خله او پاتې به مونږ سره وویشو.

حضرت محمد دا کار ورسره و نه مانه او له ټولو یې وغوښتل، چې دا سم چار نه دی او امانت ساتي ووسی. ماشومانو، چې ولیدل، چې حضرت محمد یې ورسره نه مني، ورسره لاس او ګرېوان شول. د کوڅې خلک دوه ډلې شول: یوه ډله د محمد پلوي شول او بله یې مخالف شو او اخ و ډب پیل شو. خبره په ښار کې ډنډوره شوه، چې د حضرت محمد تره حمزه خبر شو؛ حضرت حمزه تکړه او مېړنی سړی و او داچې تل د حق او حقیقت پلوی و؛ نو ټولو ترې حساب وړه او د هغه درناوی یې کاوه. حمزه د جګړې ځای ته ورغی او د ماشوم مور، چې حضرت حمزه ولید،  وډارېده او د پیسو کڅوړه، چې یې پټه کړې وه،  حمزه ته یې راوړه او بښنه یې وغوښته.

د کڅوړې څښتن یې راوست. د کڅوړې نښې نښانې یې وویلې او کڅوړه یې ورکړل شوه. بیا یې ماشومان وشمېرل، چې شپږویشت تنه ول،  هغوی ټولو ته یې څه پیسې ورکړې؛ خو حضرت محمد یې انعام وا نه خست.

شخړه، چې پای ته ورسېده، حضرت محمد ماشوم ته وویل: غواړم د تل لپاره مې ملګری شې. اوس ووایه داسې ښه شوه او که هغسې، چې تا غوښتل.

ماشوم وویل: څرګنده ده، چې داسې غوره ده، هم زمونږ ګوتو ته پیسې راغلې او هم هغه سړي ته خپل حق ورسېد.

عبدالمطلب، چې له دې چاره خبر شو؛ نو خپلې مېرمن ته یې وویل، چې حلوا پخه کړي او د هغې ښځې کور ته یې ولېږي او د پیسو د کڅوړې د بېرته ورکولو په پار دې مننه ترې وکړي.

دا خبره په ټوله مکه کې خپره شوه او خلکو حضرت محمد ته د امین؛ یعنې امانت ساتي او صادق؛ یعنې رښتین لقب ورکړ. (۱۲)

 

***

 

له حضرت محمد (ص) سره د بحیرا راهب

خبرې اترې

سره له دې چې ابوطالب د قریشو بادار و؛ خو عیال یې ډېر و او په خورا سختۍ یې د کورنۍ د ټولو غړیو لګښت پوره کاوه. په دې چار کې حضرت محمد (ص) د خپل ګران تره لاسنیوی کاوه؛ هغه د ښار شاوخوا څړځایونو ته د خلکو رمې پیولو ته بوولې، ساتلې به یې او لاس ته راوړې ګټه به یې خپل تره ته ورکوله.

حضرت محمد (ص)، چې دولس کلن و؛ ابوطالب هوډ وکړ، چې د سوداګرۍ لپاره شام ته ولاړ شي او داچې د حضرت محمد (ص) بېلتون یې نشو زغملای؛ نو له لاسه یې ونیوه او د شام پر لور کاروان ته یې بووت.

ګران پېغمبر،  حال دا، پر اوښ سور و،  د مکې او شام ترمنځ لار یې ووهله،  قافله شام ته نږدې یو ښار بصرا ته ورسېد. له دې ښاره بهر د بحیرا په نامه یوه ګوښه ګیر زاهد ژوند کاوه. کاروان، چې د بحیرا له ژوند ځای څخه تېرېده؛ نو بحیرا ولیدل، چې د کاروان پر سر یوه ټوټه وریځ هم ورسره روانه ده.

بحیرا له صومعط څخه راووت، ودرېد او خپل خادم ته یې وویل: ورشه او هغوی ته ووایه، چې نن ټول زما مېلمانه یاست.

کاروانیانو د راهب بلنه ومنله او ټول بې له حضرت محمد څخه صومعې ته ورغلل، آنحضرت د بار ساتنه کوله، بحیرا ولیدل، چې وریځ پر خپل ځای ولاړه ده او نه خوځي؛ نو و یې ویل: آیا د کاروان ټول خلک دلته حاضر دي.

وویل شول: بې له یوه ماشومه، چې بار ساتلو ته ولاړ دی، نور ټول دلته دي.

بحیرا وویل: هغه ته هم وویاست، چې دلته راشي.

حضرت محمد (ص)، چې راروان شو؛ نو وریځې هم ورسره راروانې شوې. راهب، چې په ځیر ورکتل، تر خوړو روسته یې وویل: یوه پوښتنه درځنې لرم،  پر لات او عزی قسم درکوم، چې سم ځواب به یې راکوې.

حضرت محمد (ص): په نزد مې خواره ناوړه څیزونه همدا دوه دي، چې قسم پرې راکوې.

بحیرا وویل: پر ایکي یوه الله تعالی قسم درکوم، چې ځواب به مې راکوې.

 حضرت محمد (ص) ترې وغوښتل، چې پوښتنه یې وکړي.

راهب له حضرت محمد (ص) سره تر لنډو خبرو اترو روسته، پر پښو ورپرېووت او آنحضرت یې ښکل کړ او ورته یې وویل: که ستا د پېغمبرۍ پر مهال ژوندی وم؛ نو ترڅنګ به دې له دښمنانو سره دې وجنګېږم،  ته د بشر د اولادې لوړ مقامی یې.

بیا یې مېلمانه وپوښتل: دا د چا زوی دی ؟

کاروانیانو ابوطالب ته اشاره وکړه: بحیرا وویل: نه ! باید ددې ځوان پلار مړ شوی وي.

ابوطالب ځواب ورکړ: هو ! پلار یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي او زه یې تره او پالندوی یم.

راهب ابوطالب ته وویل: دا ځوان روښانه او مهمه راتلونکې لري. څه چې زه پکې وینم،  که یهودان یې وویني؛ نو هغه به له منځه یوسي؛ پام دې وي، چې یهودان یې له منځه یو نه سي.

ابوطالب وویل: د یهودو ورسره څه کار دی ؟ هغه به په راتلونکي کې داسې څه کوي، چې یهودان یې له منځه وړل غواړي.

بحیرا وویل: هغه به په راتلونکي کې د الله تعالی استازی شي او د وحې پرښته به پرې رانازله شي.

ابوطالب وویل: الله تعالی به یې یوازې پرېنږدي او د دښمنانو له شره به یې خوندي وساتي.

 

 

د حضرت محمد (ص) شپوڼتوب

 او اندنه –تفکر

حضرت محمد (ص) خوښېده، چې له خپل تره سره مرسته وکړي او د ژوند د لګښتونو پېټی یې ورسپک کړي. خوښ نه و، چې د تره د اوږو بار وي او بیا یې په دې باب وویل: هر څوک، چې د بل د اوږو بار شي، معلون دی. (۱۴)

او هم یې وویل: عبادت اویا ډوله دی، چې له هغوی ځنې غوره یې د حلالې روزۍ غوښتل (ګټل) دي. (۱۵)

همداراز له آنحضرت څخه رانقل شوي دي: د الهي تقوا او شتمنۍ لاس ته راوړو ته مکنت څومره ښه ملګری دی. (۱۶)

رسول الله (ص) خوښ و، داسې کار د ځان لپاره وټاکي، چې یې ډېر له روحیاتو سره سمون وخوري.

داچې په راتلونکي کې باید حضرت محمد د الله تعالی استازی او د خلکو مشر شوی وای او سروکار به یې له ځيلي او سرغړاندو وګړیو سره او د جاهلیت د دوران او پېر له غلطو او خرافاتو عقایدو او ګروهو سره وي او باید مبارزه ورسره وکړي؛ نو د روحیې غوښتنه یې وه، چې شپوڼتوب پیل کړي.

هغه به خپلې او د خپلوانو رمې د مکې شاواخو ته د څرولو لپاره وړې؛ هغه د مکې د شاوخوا په بیدیاوو کې د خلکو له شخړو لرې و او همداراز هغه مناسب فرصتونه،  چې یې درلودل، تجربې یې ترې لاس ته راوړې، چې بیا همدې تجربو د رسالت په پېر کې خورا خوږې لاس ته راوړنې درلودې.

 

 

د حضرت محمد (ص) ړومبی واده

خدیجه پاکه، شریفه او شتمنه مېرمن وه، هغې به نورو ته خپله شتمني ورکوله،  چې سوداګري ورته پرې وکړي او د کار پر وړاندې به یې هغوی ته مزدوري ورکوله.

د خویلد لور خدیجې واده نه و کړی او سره له دې چې څلوېښت کلنه وه او د خپلې پاکلمنۍ، حیا،  ښو خویونو او شتمنۍ په پار په قریشو کې پرې ډېرې مرکې کېدې؛ خو هغې واده ته غاړه نه ايښووله؛ ځکه پوهېده، چې دا سړي یا د ژوند سړي نه دي او یا یې یوازې د شتمنۍ په پار واده ورسره کوي.

هغه مهال، چې د حضرت محمد (ص) د امانت ساتۍ، سموالي او ستروالي اوازه په ټوله مکه کې خپره شوه او د خدیجې غوږونو ته هم راورسېده؛ نو په حضرت محمد (ص) پسې ولاړه او ورته یې ویل: څه سوداګریز توکي او د میسره په نامه یو مریی به مې درسره کړم او پر وړاندې به یې تر نورو ډېره مزدوري درکړم.

حضرت محمد (ص) د خپل تره له کورنۍ سره د لاسنیوي او مالي مرستې په پار د حضرت خدیجې دا وړاندیز ومانه.

حضرت محمد (ص) او میسره د قریشو له سوداګریز کاروان سره د شام پر لور روان شول، دا سفر خورا له خیر او برکته ډک سفر و.

له شام نه چې راستانه شول؛ نو میسره خپلې بادارې ته د سفر ټوله کیسه وکړه او د حضرت محمد (ص) د کرامتونو، رښتینولۍ، ستریا او برم په بیانولو نه مړېده او داچې په دې سفر کې یې خورا ګټه لاس ته راوړې ده، خدیجه یې خبره کړه.

ددې کیسې په اورېدو سره د خدیجې په زړه کې حضرت محمد (ص) ته خورا مینه پیدا شوه.

خدیجې له خپلې یوې ملګرې څخه وغوښتل، چې په دې باب له حضرت محمد سره خبرې وکړي؛ هغه ولاړه او حضرت محمد ته یې وویل: ولې واده نه کوې؟

حضرت محمد وویل: د ژوند شرایط او بودجه مې دې چار ته نه پرېږدي.

ښځې وویل: که دا ستونزه هواره شي او ښکلې، شریفه او شتمنه مېرمن وي؛ نو آیا واده ورسره کوې ؟

چې کله حضرت محمد ډاډمن شو، چې خدیجه لېواله ده، چې واده ورسره وکړي؛ نو خپل تره یې هم خبر کړ. تره یې هم ددې خبرې په اورېدو خورا خوشحاله شو؛ نو حضرت محمد ته یې پرې مرکه وکړه او له ځانګړیو تشریفاتو سره یې د واده مراسم هم ترسره کړل. (۱۷)

حضرت محمد (ص) د خپل ژوند غوره وخت؛ یعنې پینځه ویشت کاله عمر له حضرت خدیجې سره تېر کړل. حضرت خدیجه نه یوازې ښه مېرمن او مهربانه مور؛ بلکې د رسول الله بې سارې مرستیاله هم وه.

ړومبۍ مېرمن وه، چې اسلام یې راووړ او خپله ټوله شتمني یې د اسلام خپراوي حضرت محمد (ص) لپاره ورکړه او د رسول الله او خدیجې ددې واده ثمره شپږ اولاده شول؛ دوه زامن د قاسم او طاهر په نامه، چې په ماشومتوب کې ومرل او څلور لوڼې، چې نامې یې رقیه، زینب، ام کلثوم او حضرت فاطمه الزهرا وې.

یو شاعر حضرت خدیجې ته په خطاب کې وایي:

((. . . . ای خدیجې ! ته په نړیوالو کې ستر مقام ته رسېدلې یې او په ټولو کې سرلوړې شوې یې؛ ځکه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم وصال ته رسېدلې یې، چې تر اوسه لا د نړۍ یوې ښځې هم د هغه په څېر زېږولی نه دی،  د اخلاقو مکارم، عظمت او حیا په آنحضرت کې راټول شوي او تر تله به داسې وي. . . )) (۱۸)

د هغو بې ساریو ښندونو او فداکاریو له امله، چې له خپل مېړه او د هغه له دین سره یې کړې وې؛ نو نه یوازې په ژوندانه پرې خورا ګرانه وه؛ بلکې د هغې تر مېړنې روسته به هم چې آنحضرت ته وریاده شوه، خورا به ورپسې خپه کېده او کله به یې د هغې په بېلتون کې اوښکې هم تویولې.

تر هغه چې حضرت خدیجه ژوندۍ وه؛ نو آنحضرت له بلې مېرمن سره واده و نه کړ.  د حضرت خدیجې تر مړنې روسته به آنحضرت (ص) د خدیجې د ښو اخلاقو کیسې خپلې نورو بیبیانو ته کولې. تر دې چې یوه ورځ ورته حضرت عایشې بي بي وویل:  ((د پېغمبر په ښځو کې مې بې له خدیجې،  له یوې سره هم کینه رانغله حال دا، ما خدیجه بیخي لیدلې هم نه وه. ))

همداراز وايي: (( هر کله به چې رسول الله حلاله کوله؛ نو هرو مرو به یې د هغه حلال شوي څاروي په غوښه کې د خدیجې د دوستانو برخه کوله))

همداراز حضرت عایشه بي بي وایي: (( یوه ورځ له خدیجې سره د رسول الله د مینې په پار پرې غوسه شوم، ورته مې وویل: دا خدیجه څوک وه؟ آنحضرت راته وویل: د خدیجې مینه مې په زړه کې اغږل شوې ده. ))

همداراز ترې رانقل شوي دي: رسول الله به له کوره نه واته؛ خوداچې خدیجه به یې په نېکیو نه وه یاده کړې او دعا به یې ورته نه وه کړې. یوه ورځ مې غیرت راوخوټېد ورته مې وویل: (( خدیجه خو یوازې یوه بوډۍ وه، الله تعالی تر هغې غوره او ښایسته درکړې ده. ))

رسول الله مې په خبره په غوسه شو او راته یې وویل: په الله تعالی چې داسې نه ده،  الله تعالی تر هغې غوره نه ده راته راکړې، خدیجې راباندې هغه مهال ایمان راووړ، چې چا مې هم رسالت نه مانه، هغه مهال یې رښتین وګڼلم،  چې ټولو دروغجن وګڼلم، په داسې وخت کې یې شتمني راکړه،  چې چا هم نه راکوله،  الله تعالی مې له ټولو مېرمنو نه یوازې له خدیجې اولاد راکړ. )) (۲۰)

حضرت خدیجه په پینځه شپېته کلنۍ؛ یعنې د بعث پر لسم کال وفات شوه،  پر هغه مهال مسلمانان او په خپله رسول الله په شعب (دره) ابیطالب کې د مکې مشرکانو کلابند کړي ول او له هومره شتمنۍ او مال سره سره ان یوه سکه یې هم حضرت خدیجې ته پاتې نه شوه، په حقیقت کې کلونه کلونه ول، چې په کړاو، سختۍ، لوږه او بېوزلۍ کې یې له آنحضرت (ص) سره ژوند کاوه، په دې باب یې کله هم ګیله و نه کړه،  خپله ټوله شتمني یې د رسول الله په پښو کې واچوله،  تردې چې په شعب ابیطالب کې یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې او د خپل معبود پر لور ور روانه شوه.

 

 

تر بعثت مخکې د رسول الله وګړه-شخصیت

ارواپوهان ګروهن دي، چې چاپېریال د انسان د شخصیت او اند د لاندبسنټونو د جوړولو له اصلي عواملو ځنې دي او له ټولنې سره د همغږۍ او همرنګۍ آر انسان د ټولنې په افکارو او کړنو پسې راکاږي.

نو پردې بنسټ،  د تقوی او فضلیت چاپېریال، متقي او منظم اولاد روزي او فاسد او کږلارې ټولنه، فاسد او کږلاري وګړي روزي؛ نو هغه وګړي عادي انسانان نه دي، چې د خپلې ټولنې د فساد او کږلارۍ اپوټه او پرخلاف حرکت کوي.

حضرت محمد (ص) په خپل ستر او ملکوتي شخصیت سره نه یوازې د ټولنې رنګ وانخست؛ بلکې د هغه کړاو له امله، چې په دې باب ورسېده،  ورپسې راپاڅېد او خپله وړتیا یې،  د انساني ټولنو د ګډوډیو د لرې کولو په پار او د ټولې نړۍ د خلکو د خلاصون په موخه، وښووله.

 پېغمبران د خپلو ټولنو لارویان نه ول؛ بلکې د نویو چاپېریالونو او ټولنو جوړونکي ول.

د اسلام پېغمبر د الهي لورنو په رڼا کې له هماغه پیله خپله لار پېژندلې وه او بې له کومې ویرې به یې د خپل ټبر او ټولنې ناوړه دودونه او چارې رټلې او غندلې او د ناوړه دودونو او چارو پر خلاف به یې ګامونه پورته کول.

له خلکو سره یې چلن او راکړه ورکړه، دومره په زړه پورې وه، چې ټول به ورماتېدل.

حضرت عمار یاسر (رض) وايي: تر بعثت مخکې ما او رسول الله (ص) دواړو شپوڼتوب کاوه، یوه ورځ مې وړاندیز ورته وکړ، چې رمه به د (فخ)څړځای ته یوسو. بله ورځ مې ولیدل، چې تر ما مخکې هلته رارسېدلی دی؛ خو رمه څرېدو ته نه پرېږدي. و مې پوښت: ولې رمه څرېدو ته نه پرېږدې ؟

راته یې وویل: له تاسره مې ژمنه کړې وه؛ نو خوښ نه وم، چې تر تا مخکې مې رمه په څرېدو شي. (۲۱)

د همدې بې ساري خویونو له امله ول، چې د خلکو په زړونو کې یې خورا ځای پیدا کړی و او په ستونزو کې به یې د آنحضرت (ص) په نظرونواو مشورو ځان پوهاوه او د هغه لاروي به یې کوله.

حضرت محمد (ص)، چې پینځه دېرش کلن و؛ نو قریشو هوډ وکړ، چې دکعبې خونه ودانه کړي؛ ځکه څو کلونه مخکې یې اور اخستی و او د کعبې یوه برخه یې سوځولې وه او یو کال مخکې نېز-سیلاب د کعبې یوه برخه وړې وه. د قریشو هر ټبر غوښتل، چې د کعبې د بیا ودانۍ ویاړ و پربرخه شي؛ نو ځکه هر ټبر د کعبې د یوې برخې وداني پر غاړه واخسته.

د ودانۍ چارې تر دې راورسېدې، چې (حجرالاسود) باید په خپل ځای کې ایښوول شوی وای؛ نو په دې هکله په قریشو کې ستر درز او اړپېچ رامنځ ته شو؛ ځکه هر ټبر غوښتل،  چې دا ویاړ یې پر برخه شي.

اړپېچ ډېر شو او خبره شخړې ته ورسېده. د عبدالدر زامنو یوه کاسه له وینو ډکه کړه او خپل لاسونه یې پکې منډلي وو او د مرګ ژمنه یې کړې وه.

دې شخړې څلور پینځه ورځې دوام وکړ،  تردې چې یو زوړ قریشي بوډا وویل: زه وړاندیز کوم، تر ټولو ړومبی تن، چې مسجدالحرام ته راننوځي؛ نو هماغه به قضاوت او ورمندون کوي، د هغه حکم به ټول منی، چې دا شخړه هواره شي. د بوډا وړاندیز ټولو ومانه او په تمه شول،  چې څوک به ړومبی مسجدالحرام ته راننوځي. ناڅاپه حضرت محمد (ص) راننووت، د خلکو سترګې، چې پرې ولګېدې، و یې ویل: هغه امین دی، مونږ یې حکم ته غاړه ږدو.

رسول الله، چې ځان پر خبره پوه کړ، و یې ویل: یو څادر راوړﺉ.

څادر یې راووړ، خپور یې کړ او حجرالاسود یې پکې کېښود او و یې ویل: هر ټبر دې د څادر یوه برخه ونیسي، چې ټول په دې ویاړ کې شریکوال شي.

قریشو څادر له شاوخوا ونیوه او د حجرالاسود یې د ایښوولو ځای ته راووړ؛ آنحضرت (ص) له ځان سره وویل، چې که یو ټبر ته دې وویل، چې تاسې حجرالاسود په خپل ځای کې کېږده؛ نو بیا اړپېچ رامنځ ته کېږي؛ نو پخپله یې ډبره راواخسته او په خپل ځانګړي ځای کې یې کېښووله او په خپل دې تدبیر یې هغه ستر اړپېچ له منځه یووړ.

هغه مهال سره له دې، چې آنحضرت (ص) له خلکو ګوښې و او هر کال به د رمضان په میاشت کې د حرا غار ته د عبادت لپاره تله؛ خو په عین حال کې په هغو برنامو او کړلاروکې به یې فعال ګډون کاوه، چې د انساني فضایلو پر محوریت به ول.

یو له هغو برنامو ځنې، چې رسول الله (ص) پکې فعاله ونډه درلوده،  د حلف الفضول تړون و.

د مکې ځینې مېړني او پتمن ځوانان سره همژمني شول ول، چې د وینې تر روستي څاڅکي به د بېوزلیو او مظلومو نه ملاتړ کوي او نه به پرېږدي،  چې زورواکي یې پر مال او ناموس یرغل وکړي. آنحضرت (ص) په تړون کې کارنده-فعاله ونډه درلوده. په دې باب یې بیا وویل: ((. . . د عبدالله جدعان په کور کې مو یو قسم یاد کړی و، چې نه غواړم ان د سره ویښتانو د اوښانو پر وړاندې یې هم مات کړم. دا قسم په قریشو کې د جګړې د دوام خنډ شو. ددې ټبرونو مشرانو قسم وکړ تر څو چې د سیندونو په بوټو کې لمده بل وي؛ نو له بېوزلیو به ملاتړ کوي، اوس تر اسلام راتلو روسته هم که وربلل شم؛ نو پر سر سترګو به یې ومنم. ))

 

 

د وحې پیل

حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم څلوېښت کلن و، چې یوه ورځ په حرا غار کې د وحې پرښته؛ حضرت جیراییل امین ورته راغله او ورته یې وویل: ((ولوله !))

آنحضرت (ص) وویل: څه ولولم ؟

هېښنده او عجیبه حالت پرې راغی، بیا پرې هماغه غږ وشو، چې څرګند یې وویل: ای محمده ! ولوله.

په درېیم ځل حضرت جبراییل امین وویل: ولوله! د خپل پالونكي په نامه، چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله،  چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه،   انسان ته يې هغه څه وروښوول،  چې پرې نه پوهېده. (۲۴)

آنحضرت (ص) څه په عجیبه حالت کې و؛ ځکه له یوې سترې نړۍ سره په اړیکه کې شوی و: له حضرت جبراییل. . . . . له پرښتو. . . . له اعلی ملکوت. . . . د نړۍ او نړیوالو له پالونکي سره. روح یې ستره او سپېڅلې اډانه او همېشنی او صمیمي ملګری موندلی و.

کله چې رسول الله (ص) له حراغار څخه لاندې راکوز او د خپل کور پر لور ولاړ؛ نو ځان یې په یوه بله نړۍ کې مونده، غره ته تر ختو دمخه پېغمبر نه و؛ خو اوس د نړۍ له مبدا سره په اړیکه کې شوی دی او پوهېده،  چې ستره او خطرناکه دنده ورسپارل شوې ده او ددې دندې ته چرت وړی و.

د اسلام پېغمبر هم په پولادي هوډ او کوټلیو ګامونو ښار ته راستون شو،  چې تاریخي رسالت پیل کړي. کور ته چې راستون شو؛ نو مېرمن یې ورته په تمه وه. حضرت خدیجې بي بي یې چې تښتېدلی رنګ ولید؛ نو د لامل پوښتنه یې ترې وکړه. رسول الله ورته د تېرې شپې ټوله کیسه وکړه. خدیجې بي بي، چې له رسول الله (ص) سره ژوند کړی و او د هغه له خویونو او کړنو سره اشنا وه؛ له زړه یې د هغه د خبرو پر حقانیت منښته او اعتراف وکړ او ځای پر ځای یې د الله تعالی پر ایکي یو والي او د حضرت محمد (ص) پر رسالت ایمان راووړ او په دې توګه یې دا ویاړ پر برخه شو، چې د نړۍ په ټولو ښځو کې په ایمان راوړو کې مخکښه او ړومبۍ ووسي.

ابوطالب عیالوار و او په هغه سوکړه او وچکالۍ کې یې لاس تنګ و. هغه دولس زامن درلودل. رسول الله (ص)، چې له خدیجې بي بي سره تر واده کولو روسته هوسا ژوند درلود. د خپل تره وړوکی زوی؛ حضرت علي کرم الله وجهه یې له ځان سره خپل کور ته راوست او د یوه مهربان پلار په څېر یې د هغه پالنه او روزنه پیل کړه.

حضرت علي د رسول الله په کور اوسېده او د آنحضرت له کړنو او او خویونو سره یې الفت او انس کړی و. د زړه له کومې یې د آنحضرت (ص) هر خبره منله؛ نو له همدې امله وو، چې په لس کلنۍ کې یې د رسالت په هماغه پیل کې، له بشپړ بصیرت سره پر رسول اکرم (ص) ایمان راووړ او دا ویاړ یې په برخه شو، چې په نارینه وو کې ړومبی تن ووسي، چې پر رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم یې ایمان راوړی وي.

بل ځل، چې حضرت جبراییل امین پرې رانازل شو؛ نو د الله تعالی له لوري یې ورته دا پېغام راووړ: په جامه کې نغښتونكيه! (او په بستر كې پروته)! پاڅېږه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه، او د خپل پالونكي سترتيا ياده كړه او جامې دې پاكې کړه او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه، او (د ورکړې) منت مه ږده او (چار دې) ستر مه شمېره، او د خپل پالونكي لپاره زغم وکړه؛ (۲۵)

او تردې روسته حضرت رسول الله (ص) د رسالت دندې ترسره کولو ته لېچې راونغاړلې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې پیل کړې. ورو ورو ځینې وګړي مسلمانان شول او پر آنحضرت (ص) یې ایمان راووړ. رسول الله د حضرت زید بن ارقم (رض) کور د خپلو فعالیتونو مرکز وګرځاوه. لږګي مسلمانان به په پټه هلته ورتلل او د زړه په غوږونو به یې د آنحضرت (ص) له مبارکې خولې الهي پېغامونه اورېدل او د عمل جامه به یې ور اغوسته.

ړومبی چار، چې تر توحید او یوپالنې روسته پر رسول الله فرض شو، لمونځ و او له همدې ځایه دي، چې د لمانځه ارزښت، چې له پالونکي څښتن سره اړیکه او د نعمتونو یې شکر دی، څرګندېږي؛ نو د همدې لپاره دي، چې اسلامي مشران د لمانځه په باب خورا سپارښتنې کوي او رسول الله (ص) په دې باب وايي: لمونځ د دین ستنه ده. (۲۶)

الله تعالی د حضرت جبراییل علیه السلام له لارې حضرت محمد (ص) ته د لمانځه کیفیت او شرایط وویل او آنحضرت هم دا کیفیت او شرایط حضرت علي او حضرت خدیجې ته وویل. هغوی هم په جماعت لمونځ کاوه.

رسول الله (ص) تر بعثته درې کاله روسته په پټه تبلیغ وکړ؛ ځکه د عربستان د هغې ورځې فاسد چاپېریال، چې پېړۍ پېړۍ له بوت لمانځنې سره روږدي و، ښکاره بلنې او تبلیغ ته یې چمتووالی نه درلود؛ خو په دې درې کالو کې سره له دې، چې خلک یې په پټه دین ته رابلل؛ خو ګروهې او عقاید یې په ښکاره خلکو ته بیانول، د بېلګې په توګه حضرت محمد، حضرت علي او حضرت خدیجې به د مکې ګڼو ځایونو؛ لکه مسجدالحرام او منی ته تلل او د خلکو په مخ کې به یې په جماعت لمونځ کاوه او له دې لارې به یې د مشرکانو او بوتلمانځو له عقایدو سره خپل مخالفت څرګنداوه.

عفیف د هغه وخت یو سوداګر وايي: د سوداګرۍ په موخه عباس بن عبدالمطلب ته ورغلی وم؛ ناڅاپه یو سړی مسجدالحرام ته راننووت،  آسمان او لمر ته یې وکتل او د کعبې پر لوري لمانځه ته ودرېد، ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې یوه ښځه له یوه ماشوم سره، لمانځه ته ورسره ودرېدل. عباس ته مې وویل: دا لا کوم دین دی، چې زه ترې بې خبره یم ؟

عباس وویل: دا سړی محمد صلی الله علیه و آله وسلم د عبدالله زوی دی؛ هغه ګروهن دی، چې د آسمانونو او ځمکې پالونکي څښتن د انسانانو لارښوونې ته ټاکلی دی. دا دین دوه تنه لارویان لري: هغه مېرمن؛ خدیجه او دا هلک علي د ابوطالب زوی پرې ایمان لري. (۲۷)

اسلام د مخالفینود خوښې پر خلاف خپور شو او مسلمانان هره ورځ زیاتېدل. د ښکاره بلنې لپاره، چې زمینه چمتو شوه؛ نو الله تعالی امر ورته وکړ، چې خپل نږدې خپلوان دې توحید ته راوبله.

رسول الله (ص) حضرت علي کرم الله وجهه ته حکم وکړ، چې خواړه چمتو کړي او بیا یې خپل څلوېښت تنه خپلوان راوبلل. ټول راغلل او بیا یې هغه خواړه، چې یوه تن ته هم بسیا نه ول، راوړل. ټولو څلوېښتو تنو خواړه وخوړل او ماړه شول او په عین حال کې خواړه هم کم نه شول. دې چار ټول حیران کړي ول؛ خو ابولهب بې له دې چې خپلې خبرې ته فکر وکړي، له خولې یې راوویستل، چې دا کار یې کوډې او جادو دی.

رسول الله (ص) هېڅ څه هم نه ویل او غونډه وشیندل شوه. د رسول الله چوپیتا ددې لپاره وه، چې د کوډو او معجزې ترمنځ توپیر څرګند شي؛ ځکه که دا چار کوډې وای؛ نو کله چې هغوی له کوره وتل؛ نو ټول به بېرته وږي شوي ول.

بله ورځ بیا یې راوبلل، مېلمستیا بیا تکرار شوه او ټول ماړه شول. بیا آنحضرت (ص) وویل: ای د عبدالمطلب زامنو ! الله تعالی درته زېرنګری او ګواښنګری ټاکلی یم، ایمان راوړﺉ او لاروي راځنې وکړﺉ، چې نېکمرغي شی. پر الله تعالی قسم په عربو کې داسې څوک نه وینم، چې تر هغه څه یې غوره خپل قوم ته راوړي وي، چې ما تاسې ته راوړي دي، ما درته د دنیا او آخرت ښېګڼه راوړې ده، ایکي یو الله تعالی حکم راته کړی،  چې ټول مو د هغه پر لور وروبلم، په تاسې کې کوم یو په دې چار کې زما مرسته کوﺉ؟هر چا چې راسره ومنله؛ نو هغه به په تاسې کې خپل رور، وصي او ځایناستی وټاکم.

یو هم مثبت ځواب ور نه کړ، یوازې حضرت علي، چې دا مهال تر ټولو کوچنی او عمر یې کم و، ایمان یې اعلان کړ. رسول الله (ص) خپله خبره درې ځل تکرار کړه؛ خو بې له حضرت علي څخه یوه هم مثبت ځواب ور نه کړ. بیا رسول الله (ص) په خپل لاس حضرت علي ته اشاره وکړه او و یې ویل: دا مې په تاسې کې رور، وصي او ځایناستی دی، خبرې ته به یې غوږ ږدﺉ او لاروي به ترې کوﺉ. (۲۸)

او په دې توګه د عام او ښکاره تبلیغ لپاره زمینه چمتو شوه او آنحضرت (ص)د رسالت سر ته رسولو ته نه ستړې کېدونکیو هلو ځلو ته ملا وتړله.

 

 

 

عمومي بلنه

له بعثت نه درې کاله تېر شول. په دې موده کې به چې کله رسول الله کوم بېوزله ولید، چې په اخلاقي مفاسدو او د ګروهې په کږلارۍ او د شرک په ګړنګ کې ډوب دی؛ نو په پټه توګه به یې د هغه خلاصون او هدایت ته هلې ځلې کولې. په مینه،  محبت او پخپل په زړه پورې منطق به یې د توحید دین ته راباله.

تردې روسته د الله تعالی د امر له مخې حضرت محمد (ص) هوډ وکړ، چې نورو ټولو ټبرونواو عربو ته د خپل دین د څرګندولو په موخه، ښکاره او عمومي بلنه پیل کړي؛ نو دې موخې لپاره د صفا غونډۍ پر لور روان او دپاسه پرې ودرېد، خلکو ته یې غږ کړ. د آنحضرت مبارک او سپېڅلي غږ انګازې کولې او د ټولو توجه یې ځان ته راماته کړه، خلکو ته یې مخه کړه او و یې ویل: ای خلکو ! که درته ووایم، چې دښمنان مو درباندې یرغل کوي؛ نو منی یې راسره؟

ټولو ځواب ورکړ: هو ! موږ په ژوند کې کله هم له تا دروغ نه دي اورېدلي.

رسول الله (ص) وویل: ای قریشو ! د الله تعالی له عذابه مو وېروم، ځانونه مو د دوزخ له اوره وساتی. . . . زه اوس په تاسې کې د هغه ساتندوی په څېر یم،  چې له لرې دښمن ویني او خپل قوم له خطره خبروي. آیا داسې یو سړی خپل قوم ته دروغ ویلی شي؟

ابولهب له دې وېرې، چې هسې نه چې د حضرت محمد امین (ص) خبرې د خلکو پر زړونو اغېز وکړي؛ نو په خپلو سپکو سورو او بې ادبو خبرو یې د آنحضرت (ص) په خبرو کې راودانګل او خبرو ته یې پرېنښود او الله تعالی یې ددې بې ادبیو او سپکو سورو او د رسول الله د سپکاوي په رټنه کې د ابولهب او د هغې د ښځې په باب د لهب سورت رانازل کړ. (۲۹)

د رسول الله (ص) په زړه پوریوخبرو پر ډېری اورېدونکیواغېز وکړ. هغوی چې د مکې له بې عدالتیو نه پوزې ته رارسېدلي ول، د هیلو یوه دریمڅه ورته راپیداشوه؛ خو د مکې شتمنو، چې خپلې شتمنۍ او باداري په خطر کې لیده،  له آنحضرت (ص) سره یې مخالفت کاوه؛ ټول سره راټول شول او غونډه یې وکړه او د غونډې پایله دا شوه، چې د قریشو د مشر -ابوطالب- کور ته ولاړ شي او له هغه، چې د پېغمبر د پلار پر ځای و، ترې وغواړي، چې هرڅنګه چې کېږي، محمد یې له دې خبرو منع کړي.

د همدې موخې لپاره ابوطالب ته ولاړل؛ خو تر ډېرو خبرو اترو روسته،  ابوطالب هغوی ارام او راستانه یې کړل. رسول الله هم خپل رسالت ته دوام ورکړ.

یو ځل بیا د قریشو مشران او سپین ږيري ابوطالب ته ورغلل او ورته یې وویل: باید محمد له دې کاره منع کړې؛ ګنې ته چې یې پر سر ولاړ او ننګه یې کوې او له هغه سره به مو اوبه خړې شي، چې یا مونږ او یا تاسې له منځه ولاړ شی.

ابوطالب داخبرې له حضرت محمد سره مطرح کړې، د الله تعالی رښتیني استازي وویل: پر الله تعالی قسم که لمر راته په ښي لاس کې او سپوږمۍ راته په کیڼ لاس کې کېږدﺉ، چې له خپل رسالته لاس پر سر شم؛ نو هېڅکله به داکار و نه کړم؛ خو داچې په دې لار کې مې سر ولاړ شي او یا بریالی شم.

په خپګان د تره له کوره ووت. ابوطالب ورغږ کړ او ورته یې وویل: پر الله تعالی چې له ملاتړه به دې لاس وانخلم او هغوی ته به اجازه ور نه کړم، چې لاس یې در اوږد شي.

بیا هغه شعر چې په خپله یې ویلی و، خپل وراره ته ووایه. (۳۰)

یو ځل بیا قریشو عماره د ولید زوی ابوطالب ته راوست او ورته یې وویل: دا ښکلی ځوان به درکړو، چې زوی دې شي او پر وړاندې یې د محمد له ملاتړه لاس واخله.

ابوطالب خپه شو او و یې ویل: ډېره ناوړه معامله راسره کوﺉ،  زه به ستاسې اولاد خپل زوی کړم او ساتم به یې او خپل زوی به تاسې ته درکوم،  چې یې ووژنی،  پر الله تعالی قسم، چې هېڅلکه به داسې و نه کړم.

یو ځل بیا د قریشو مشران ابوطالب ته ورغلل او ورته یې وویل: که پیسې او شتمني غواړې؛ نو د عربو تر ټولو ستر شتمن به دې کړو، که مشري او شرافت غواړې، خپل مشر به دې کړو، که سلطنت غواړې، خپل سلطان به دې کړو. که دا څه ـ وحې ـ، چې وایې، که د اروايي رنځ له کبله دې وي؛ نو تر ټولو غوره طبیبان به درته راوړو؛ خو په دې شرط، چې له خپل تبلیغه لاس واخلې او زمونږ له خدایانو او عقیدو لاس پر سر شې.

حضرت محمد (ص) وویل: زه مو نه په مال پسې یم او نه مې ستاسې ریاست او مشرۍ ته سترګې نیولې دي، الله تعالی پېغمبرۍ ته ټاکلی یم او کتاب یې راباندې رانازل کړی دی او د هغه له لوري دنده راکړل شوې، چې تاسې ته زېرګری او ګواښنګری ووسم. که لاروي راځنې وکړﺉ؛ نو نېکمرغه به شی او که و یې نه منی؛ نو دومره صبر او مقاومت به وکړم، چې الله تعالی زما او ستاسې ترمنځ حکم وکړي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم بیا وویل: آیا هغه کلیمه درته و نه وایم، چې له هر اړخه غوره او تر سیوري لاندې یې نېکمرغۍ ته رسېدای شی؟

ابوجهل وویل: یوه کلیمه خو هېڅ هم نه ده. مونږ چمتو یو لس کلیمې درځنې واورو.

رسول الله (ص) وویل: وویاست: (لا اله الا الله).

د قریشو مشران خپه شول او و یې ویل: بل څه راځنې وغواړه.

رسول الله وویل: که لمر راته په لاس کې کېږدﺉ؛ نو بې له دې کلیمې به هېڅ څه درځنې و نه غواړم.

د قریشو مشرانو، چې له آنحضرت (ص) سره خپلې خبرې اترې بې پایلې وموندې؛ نو هوډ یې وکړ، چې تردې روسته له تاوتریخوالي ورسره کار واخلي.

 

 

د قریشو ستونزې او کړاوونه

د حضرت محمد(ص) چوپ کولو ته چې د قریشو د مشرانو له لاسه څه کېدل،  ټول یې وکړل. هغوی ړومبی د غوړو ژمنو او شتمنیو له ورکړې نه پیل وکړ او داچې په دې چار د رسول الله (ص) له چوپ کولو نهیلي شول؛ نو ړومبی یې ملنډې وهل پرې پیل کړې او کوښښ یې وکړ، چې د هغه پر موقعیت او رسالت ملنډې ووهي؛ خو چې له دې لارې یې هم پایله وانخسته؛ نو په ګواښونو او ورپسې یې په کړاوونو لاس پورې کړ.

او په دې توګه د حضرت محمد (ص) د ژوند یو بل پړاو پیل شو. درناوی،  اخلاق او انسانیت هیر شو او د دښمنۍ او کینې وسله را ډګر ته شوه، چې په نامردۍ د اسلام د پاک او سپېڅلي دین له خپراوي مخنیوی وکړي.

ناپوهه خلکو هم چې ولیدل، چې حضرت محمد د هغوی له ډبرینو او له لرګیو د جوړویو شویو خدایانو او خرافاتي عقیدو سره مبارزه کوي؛ نو خورا خپه شول. د قریشو مشرانو غوښتل، چې پر خلکو دې یې واکمني جاري وي. سودخورو غوښتل، د کمزوریو وینې وڅښي او زورواکو غوښتل د تورې او نیزو په زور د بېوزلیو مال او ناموس لاس ته راوړي. . . . . که غوښتل دې که نه دا نوی دین، چې بنسټ یې پر رورولۍ او برابرۍ ايښوول شوی دی، د هغو وګړیو له سخت مخالف سره مخ شو، چې د هغوی ګټو ته ګواښ و.

د مخالفانو په سرمشریزه کې پېژندل شوې څېرې؛ لکه: ابوجهل،  ابولهب، ابوسفیان، عاص، عتبه، شیبه، ولید او عقبه ول.

ناځوانمرادانه تورونه، غیرمنطقي غوښتنې، ملنډې وهل، بدني کړاوونه،  سپکې سورې او کنځلې، مالي او اقتصادي او وټیز دباوونه هغه کړنلارې او برنامې وې، چې د قریشو مشرانو د رسول الله (ص) راپرځولو ته چمتو کړې او عمل یې پرې کاوه.

کله به یې آنحضرت (ص) دروغجناوه او د معجزو غوښتنه به یې ترې کوله. کله به یې غوښتل ترې، چې د صفا او مروه دوه غونډۍ پر سرو زرو واړوي او هغوی ته یې ورکړي. کله به یې ترې غوښتل چې تر زمزم چینې غوره او ښه اوبه لرونکې چینه راخوټوي، کله به یې ترې غوښتل،  چې مړي راژوندي کړي او یا غرونه وخوځوي.

یوه موده یې ورپسې ډنډورې خپرولې، چې حضرت محمد (ص) دروغجن،  کوډګر،  شاعر او لېونی دی او له هغه سره هر ډول اړیکه یې تحریم کړه او چار تردې ځایه راورسېد، چې له حبشې نه تر مدینې پورې خبره ډنډوره شوه، چې د قریشو او مکې مشرانو رسول الله له ځانه شړلی دی.

یوه ورځ د قریشو شتمنو ولید ته وویل: ته چې پوه سړی یې، مونږ ته ووایه،  چې د محمد خبره څه ده ؟شعر دی، کوډې دي،  که وینا ده او که. . . . . ولید وویل: پرېږدﺉ، چې خبرې یې واورم.

بیا په حضرت محمد (ص) پسې ولاړ. دا مهال آنحضرت د حجرالاسود ترڅنګ ولاړ او قرآن یې تلاوت کاوه. ولید وویل: ای محمده ! شعرونه دې راته ووایه. رسول الله وویل: څه چې وایم شعر نه دی؛ بلکې د الله تعالی کلام دی،  هغه کلام، چې خپلو پرښتو، پېغمبرانو او استازیو ته یې ټاکلی دی.

ولید: هر څه چې دي، لږ یې راته ووایه.

رسول الله (ص) ورته سجده سورت تلاوت کړ، چې دې آیت ته راورسېد: که کافران له الله تعالی مخ اړوي، هغوی ته ووایه: زه مو له هغې تالندې وېروم، چې د عاد او ثمود ټبر یې هلاک کړ.

ولید په لړزېدو شو او سړه خوله یې پر بدن راماته شوه، کور ته ولاړ او په بستره کې پرېووت.

د قریشو شتمن، چې د ولید له راستنېدو نهیلي شول، ابوجهل ته ورغلل او ورته یې وویل: لکه چې ولید مسلمان شوی دی؛ ځکه مونږ ته خو راستون نشو.

ابوجهل د ولید کور ته ورغی او ورته یې وویل: ای تره ! لکه چې د محمد دین ته اوښتی یې او مونږ دې وشرمولو.

ولید وویل: ما ایمان پرې راوړی نه دی؛ خو هېښنده خبرې مې ترې واورېدې، چې بدنونه په لړزه کوي. کلام یې نه شعر دی او نه وینا. ښه به وي، چې خلکو ته ووایو، چې خبرې یې کوډې دي؛ ځکه زړونه راکاږي او بدنونه لړزوي. (۳۲)

یوه ورځ قریشو عتبه په آنحضرت پسې ولېږه، چې تطمیع یې کړي او په بډو ورکولو یې چوپ کړي. عتبه رسول الله (ص) ته ورغی. رسول الله ورته د فصلت سورت آیتونه تلاوت کړل، چې سجدې ته راورسېد؛ نو سجده یې وکړه او له هغه یې وپوښتل: . . . . . ای د ولید پلاره ! بېشکه چې الهي آیتونه دې واورېدل؛ نو اوس یې په اړه په خپله قضاوت وکړه.

عتبه حال دا، د څېرې رنګ یې اوښتی و، وارخطا خپلو ملګرو ته راستون شو او ورته یې وویل: داسې کلام مې واورېد، چې کله مې هم اورېدلی نه و، پر الله تعالی قسم، چې وینا یې نه شعر دی، نه کوډې او نه جادو.

بیا یې خپلودوستانو ته نصیحت وکړ او ورته یې وویل: ښه به وي، چې له محمد نه لاس واخلو او ګوښي ترې شو؛ ځکه په وینا کې یې سترې خبرې نغښتي دي. که اعراب (بې له قریشو) نور څوک یې له منځه یوسي؛ نو چاره به یې بې له مونږه بل چا کړې وي او که هغه پر اعرابو لاسبری شي؛ نو څه چې لاس ته ورځي، مونږ به هم ترې برخمن شو، د هغه عزت، سرلوړي او دبدبه به زمونږ په برخه هم شي اومونږ به د اعرابو په نزد خورا سرلوړي وګړي ووسو.

د قریشو مشران د عتبه خبرو غوسه کړل او و یې ویل: پر خدایانو مو قسم،  چې محمد په خپله ژبه پر تا هم کوډې کړې دي.

قریش، چې پوه شول، چې د حضرت محمد (ص) دین ورځ په ورځ مخ په خپرېدو دی او په معمولي لارو چارو یې نوره مخه نیولای نشو؛ نو د رسول الله (ص) او د هغه د لارویانو په بدني کړاوونو یې لاس پورې کړ. ډول ډول کړاوونه یې دا وو:

د رسول الله پر کور د ډبرو ورول، پر رسول الله د هغو څارویو د لریو ګندونه را اچول،  کوم چې بوتانو ته حلال شوي وو، د کور مخې ته یې ورته ډېران جوړ کړ، پر لار کې یې اغزن توکي خخول او پر آنحضرت یې خاورې هم شیندلې.

یوه ورځ عتبه په یوه ډله کې حضرت محمد (ص) ته دومره کلکه زندۍ واچوله،  چې نږدې ول ساه یې بدنه ووځي. بله ورځ رسول الله پر لمانځه ولاړ و، چې ابوجهل د ژرندې په ډبره وویشت او پردې سربېره ماشومانو ته به یې ویل، چې حضرت محمد (ص)، چې له هر ځایه تېرېږي په ډبرو یې وولی.

رسول الله (ص) به داټول کړاوونه د الله تعالی د بندګۍ په لار کې زغمل او ویل به یې: زما په څېر یو پېغمبر هم کړېدلی نه دی.

یوه ورځ حضرت محمد (ص) د مکې په کوڅو کې روان و او په لوړ غږ یې ویل: ای خلکو ! وویاست، بې له ایکي یوه الله تعالیه بل الله تعالی نشته چې نېکمرغه شی.

ابولهب هم په رسول الله (ص) پسې و او آنحضرت یې په ډبرو ایشته، چې د حضرت محمد پښه یې ټپي کړه. رسول الله به خلک حق ته رابلل او ابولهب به چغې وهلې: ای خلکو ! دا سړی دروغجن دی او خبرو ته یې غوږ کېنږدﺉ.

د قریشو کړاوونه یوازې په رسول الله پورې ځانګړي نه ول، بلکې د آنحضرت یاران او اصحاب کرام هم تر سختو کړاوونو لاندې وو. یوه ورځ چې د الله تعالی استازي ولیدل، چې د عمار یاسر کورنۍ د مشرکانو تر کړاو لاندې ده؛ نو پر هغوی یې د جنت زېری وکړ.

مشرکانو به هغوی د عربستان د دوبي په هغه ګرمه هوا کې یې له کوره را ایستل او پر تودو شږو به یې بربنډ اچول،  چې د کړاو له امله له خپله دینه لاس واخلي.

سمیه د عمار مور د هغه ګوزار له امله، چې ابوجهل پرې وکړ، شهیده شوه او د اسلام په لار کې د ړومبۍ ښځینه شهیدې ویاړ یې پر برخه شو.  یاسر د عمار پلار هم د کړاوونو له امله ساه ورکړه او شهید شو. په خپله عمار هم خورا وځورول شو؛ خو د رسول الله په امر یې تقیه وکړه او ځان یې له حتمي مرګه وژغوره.

حبشي بلال هغه مریی و، چې بادار یې سخت کړاوه او ځوراوه،  د عربستان د دوبي په هغه ګرمه هوا کې یې له کوره را ایسته او پر تودو شږو به یې بر بنډ اچاوه او ستره ډبره به یې ورته پر سینه ایښووله،  چې د کړاو له امله له خپله دینه لاس واخلي او بوتلمانځنې ته راواوړي.

حضرت بلال (رض) د کړاوونو او ستونزو پر وړاندې مقاومت کاوه او یوازې یوه کلیمه به یې پر خوله راتله: احد احد؛ یعنې الله تعالی ایکي یو دی او هېڅکله به بوتلمانځنې او بوتپالنې ته ستون نشم.

حضرت خباب (رض) وايي: یوه ورځ مې رسول الله ولید، چې د کعبې تر سیوري لاندې ویده او خپل کمیس یې سر ایښی دی. دا مهال مونږ د مشرکینو د کړاو له امله په خوراتنګسه کې وو. آنحضرت ته مې وویل: ولې دعا نه کوې، چې الله تعالی پراخي راولي ؟حال دا، د آنحضرت (ص) د څېرې رنګ سور شوی و،  و یې ویل: په تېرو امتونو کې کافرانو او د الله تعالی دښمنانو، مؤمنان وکړول، په تېرو اوسپنو یې ترې غوښې وتوږلې، هډوکي یې ورمات کړل؛ خو هغوی له خپل دینه و نه ګرځېدل، تردې چې الله تعالی یې په لنډه موده ستونزې هوارې او پراخي یې پرې راوسته، هغوی هېڅ ډول وېره نه درلوده؛ خو یوازې پر ځانونو د الله تعالی له عذابه ډارېدل؛ خو تاسې بې حوصلې یاست. (۳۴)

له مسلمانانو سره د مکې د مشرکانو جګړې، شخړې او کړاوونه دې ځای ته راورسېدل، چې نور یې زغمل ناشوني ول؛ نو رسول الله ستونز هواری په دې کې وموند، چې ځینې مسلمانان حبشې ته د هجرت لپاره وهڅوي،  چې لږ تر لږه د مکې د بوتلمانځو له کړاوه خو خوندي وي. د ړومبي ځل لپاره یوولس نارینه وو او څلور ښځینه وو د هجرت اجازه وغوښته او حبشې ته روان شول.

په حبشه کې نجاشي د روم د امپراطور په استازۍ واکمني کوله؛ هغه الله تعالی لمانځی، عادل او مهربان سړی و او د حضرت عیسی مسیح علیه السلام په دین یې عقیده درلوده. مسلمانان درې میاشتې په حبشه کې پاتې شول،  تردې چې ډنډوره خپره شوه، چې د مکې ټولو خلکو پر رسول الله ایمان راوړی دی؛ نو په خوشحالۍ بېرته مکې ته راستانه شول؛ خو چې راستانه شول،  و یې لیدل، چې مکه اوس هم هماغسې مسلمانانو ته سور تنور دی.

بیا د هجرت حکم وشو او دا ځل اتیا نارینه او اتلس ښځینه حبشې ته مهاجرې شوې. ددې ډلې مشري حضرت جعفرابن ابیطالب (رض) او د هغه مېرمن کوله. حبشې ته چې ورسېدل؛ نو نجاشي هرکلی ورته ووایه.

د مسلمانانو هجرت د قریشو مشرکانو ته سرخوږی شو؛ هغوی وېره درلوده،  چې هسې نه چې اسلام په حبشه کې خپور او له هغه ځایه پر قریشو دباو راوړي. د ستونزهواري په لټه کې شول او هوډ وشو، چې عمروعاص، چې خورا مکار انسان و،  له یوه پلاوي سره له ډېرو ډالیو سره حبشې ته ولاړ شي، چې د مسلمانانو په باب د حبشې پادشاه نجاشي تېر باسي.

د نجاشي په مخ کې د حضرت جعفربن ابیطالب او عمروعاص ترمنځ مناظره شوه. حضرت جعفر په غونډه کې مریم سورت ناستو ته تلاوت کړ. دا سورت د پاکې مریم اود هغه د زوی حضرت عیسی علیه السلام په باب دی. په غونډه کې ناست له دې سورته خورا اغېزمن شول او په ژړا شول. نجاشي د اسلام پر حقانیت پوه شوی و. د مکې کفار یې تش لاس راستانه کړل او په دې توګه حبشې ته مهاجر شوي مسلمانان، چې خورا کړاوونه یې زغملي ول، په حبشه کې هوسا شول.

مشرکان، چې په حبشه کې څه ته و نه رسېدل؛ نو پر مسلمانانو یې ژوند نور هم تریخ کړ او د قریشو مشرکانو په مکه کې یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې له مسلمانانو سره پېر پلور، راکړه ورکړه،  معامله،  واده،  خبرې او ان ښکار او پټ تماسونه تحریم کړای شول. دا تړون د قریشو څلوېښتو مشرانو لاسلیک او د کعبې پر دېوال یې وځاړاوه.

مسلمانان ناچاره شول او شعب ابیطالب ته کډن شول. ابوطالب د شعب ابیطالب نه دېوال راتاو کړ او په څلور ګوټونو کې یې ساتندویان وګومارل،  چې د دښمنانانو له یرغله مخنیوی وکړي.

مسلمانان،  چې کلابند ول؛ نو خوراک او څښاک یې چمتو کولای نشو؛ نو په خورا سختۍ او خوارۍ یې ژوندکاوه، ډېری به روژه وو او په اوبو او وښو به یې لوږه له منځه وړه.

دې کلابندۍ درې کاله دوام وموند او په دې موده کې ډېری مسلمانان کمزوري او رنځوران شول او ډېرو یې ان له نړۍ سترګې پټې کړې. حضرت خدیجې هم چې د اسلام په لار کې خپله ټوله شتمني لګولې وه،  څه موده روسته رنځوره شوه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې او خپل مېړه او کوچنۍ لور فاطمه یې ځان ته پرېښوول. څو میاشتې روسته ابوطالب هم ومړ او په دې توګه رسول الله (ص) تر هر مهاله ډېر ځانته او بې ملاتړه پاتې شو.

مسلمانانو په دې کال د عام الحزن؛ یعنې د غم کال نوم کېښود. دا مهال له بعثته لس کاله تېر شوي ول.

تر درېیوکلونوکړاوونوګاللو روسته، چې مسلمانان خورا سختیو پاخه کړي وو او مشرکان د مسلمانانو په ماتولو کې پاتې راغلي ول، یو ځل بیا الله تعالی پر مسلمانانو ورحمېد او مېږیانو هغه تړون، چې له امله یې مسلمانان په شعب ابیطالب کې کلابند شوي وو، ټول بې د الله له نومه خوړلی و. الله تعالی دا خبر حضرت محمد ته ورساوه او حضرت محمد هم د قریشو له مشرانو سره په اړیکه کې شو؛ د قریشو مشرانو ژمنه وکړه،  چې که دا خبره سمه وي؛ نو د مسلمانانوکلابندۍته به د پای ټکی کېږدي او نور به مسلمانان نه کړوي. ورغلل او تړون یې هماغسې وموند، چې رسول الله (ص) ورته ویلي ول؛ نو د مسلمانانو کلابندي پای ته ورسېده او مسلمانان ښار ته بېرته راستانه شول.

څه موده روسته رسول الله (ص) هوډ وکړ، چې د دین د تبلیغ لپاره طایف ته ولاړ شي. په دې سفر کې یې ملګری حضرت زید بن حارثه و. آنحضرت د یوې میاشتې لپاره په طایف کې پاتې شو او په دې موده کې یې د طایف له مشرانو،  مخورو او سپین ږیرو سره خبرې اترې وکړې؛ خو په خواشینۍ، چې هغوی د مکې تر مشرکانو هم سخت زړي ول او نه یوازې د رسول الله بلنه یې و نه ملنه؛ بلکې ملنډې یې پرې ووهلې، کنځل یې ورته وکړې او کوڅه ډبو ته یې وویل، چې حضرت محمد (ص) په ډبرو وولی. رسول الله یې سخت ټپي کړ او له سر او مخه یې وینې را په تویېدو شوې؛ نو رسول الله د ناچارۍ له مخې یو بڼ ته پناه یووړه. عداس چې په دې بڼ کې خادم و، آنحضرت ته یې انګور راوړل. رسول الله د انګور تر خوړو مخکې بسم الله الرحمن الرحیم وویل. عداس په حیرانتیا وویل: ددې سیمې خلک دا کلیمه نه وايي.

رسول الله وویل: ای عداس ! د کوم ځای یې او دین دې څه دی ؟

عداس وویل: د نینوا یم او د حضرت عیسی مسیح لاروی یم.

رسول الله وویل: نو د یونس د متی د زوی د سیمې یې؛ هغه پاک او سپېڅلی سړی و.

عداس، چې نور هم حیران شوی و،  و یې ویل: تاسې حضرت یونس له کومه پېژنی ؟

حضرت محمد (ص) وویل: هغه مې رور دی، هغه د الله تعالی استازی و او زه هم د الله تعالی استازی یم.

عداس یودم د رسول الله سر په غېږ کې راونیوه، د آنحضرت لاسونه یې ښکل کړل او ایمان یې راووړ او په دې توګه په طایف کې د پېغمپر اکرم (ص) د یوې میاشتیو خواریو پایله د یوه مریي ایمان راوړل وو.

 

 

 

هجرت

رسول الله (ص) د مکیانو له مخالفتونو او په لارو کې د خنډونو له جوړولو خبر و او پوهېده، چې هغه خلک، چې په غلطو تعصبونو،  خرافاتو او جهالتونو کې ډوب دي،  دومره په اسانۍ له خپلې عقیدې او ګروهې نه اوړي او له جهالتونو نه یې راایستو ته خورا زحمتونه ګالل په کار دي.

رسول الله (ص) په مکه کې دیارلس کاله له تورتمونو سره مبارزه وکړه؛ خو د اسلام دښمنانو له خپلو شیطانو کړنو لاس وانخست او خپل ټول ځواک یې د اسلام پر خلاف وکاراوه؛ نو په دې موقعیت کې د حضرت محمد (ص) د نړیوال رسالت غوښتنه وه، چې د خپل فعالیت او د تبلیغ موقعیت ته بدلون ورکړي او ارام او مناسب چاپېریال ته کډن شي.

یثرب هغه ښار و، چې مکې ته نږدې پروت و او د اوس او خزرج دوه ټبره پکې مېشت ول. د خزرج ځینې مشران، چې د حج په موسم کې مکې ته تللي ول او هلته د رسول الله ګوتو ته ورغلل او رسول الله (ص) هم هغوی د سولې او رورولۍ دین ته راوبلل. هغوی چې د اوس له ټبر سره د خپلې پخوانۍ دښمنۍ له کبله پوزې ته رارسېدلي وو، خپل ورک شوی یې وموند او د زړه له کومې یې اسلام ومانه.

هغوی یثرب ته ستانه شول او خپلې کورنۍ یې هم اسلام ته راوبللې. بل ځل د یثرب دولس نوي مسلمانان شوي وګړي مکې ته راغلل او په ستونزمنو شرایطو کې یې په پټه له رسول الله (ص) سره وکتل. هغوی د راستنېدو پر مهال له رسول اکرم (ص) نه وغوښتل، چې یو سړی ورسره د مبلغ په توګه یثرب ته واستوي. حضرت محمد (ص) ورسره حضرت بن عمیر (رض) ولېږه.

مصعب یو تکړه ځوان او د قریشو له شتمنو ځنې و. هغه مهال چې یې ایمان راووړ؛ نو مور یې په خپل کور کې بندیوان کړ، چې له خپلې نوې عقیدې لاس واخلي. بندیوانولو یې نه یوازې عقیده سسته نه کړه؛ بلکې په زړه کې یې د عقیدې اور نور هم په لمبو شو. هغه له کوره وتښتېد او د خپلې مور هغو ګواښونو ته یې بیخي توجه و نه کړه، چې ګنې له ارث او میراثه به دې بې برخې کړم. له رسول الله (ص) سره یو ځای شو او په خورا مینه او لېوالتیا یې د تبلیغ په چارو لاس پورې کړ.

یثرب ته د مصعب په ورتګ سره د اسلام لمر ددې ښار له څنډې راوخوت. خلک ډلې ډلې اسلام ته راننووتل او ایمان یې راووړ . د قرآن په زړه پوریو او نوراني آیتونو یې د ژوند په تورتمونو کې رڼا راوسته او نوی هیلمن ژوند یې ور پر برخه کړ. د ښار ډېری مشرانو هم ایمان راووړ. حضرت مصعب (رض) د خپل کار ګزارش رسول الله ته ولیکه او د بري زېری یې پرې وکړ.

بل کال د یثرب اویا تنه مشران د حج په موسم کې مکې ته ولاړل او په نیمه شپه کې یې پټ په عقبه کې له رسول الله (ص) سره ملاقات وکړ، له آنحضرت سره یې بیعت وکړ او ژمنه یې وکړه، چې لکه څنګه چې له خپل مال او اولاد او ناموس نه دفاع او ملاتړ کوي، هماغسې به د الله تعالی له استازي څخه هم دفاع کوي.

تر اوسه لا سبا شوی نه و، چې د قریشو مشرکان له رسول الله سره د یثرب د مشرانو له تړونه خبر شول او د اسلام د خپراوي د مخنیوي لپاره یې لېچې راونغاړلې. غونډه یې وکړه او دې پایلې ته ورسېدل، چې له هر ټبره دې یو تن وټاکل شي او ټول دې یو ځای د رسول اکرم (ص) پر کور یرغل وکړي او له منځه دې یې یوسي، چې د اسلام د تبیلغ جرړه له بیخه راونړېږي.

الله تعالی خپل استازی د کفارو له نقشې خبر کړ او حکم یې ورکړ، چې شپې د شپې دې له مکې ووځي. حضرت محمد (ص)،  ته چې یثرب ته د مهاجرت دنده ورکړل شوه؛ نو حضرت علي کرم الله وجهه یې راوغوښت او خپل ټول اسرار او خوالې یې وویلې، د خلکو امانتونه یې وروسپارل، چې څښتنانو ته یې بېرته ورکړي او بیا یې وویل: زه باید هجرت وکړم او ته به مې په بستره کې ویده شې.

حضرت علي کرم الله وجهه پر سر سترګو د رسول الله امر ومانه او ټول هغه خطرونه یې پر ځان ومنل، چې رسول الله یې ګواښه. د حضرت علي دا سرښندنه دومره ارزښت لري، چې الله تعالی یې په قرآن مجید کې هم یادونه کړې ده. (۳۵)

شپه چې پخه شوه؛ نو دښمنانو د رسول الله کور کلابند کړ، چې خپله شیطاني نقشه عملي کړي؛ خو داچې الله تعالی د خپل استازي ملاتړ او مل و، خپل استازی یې له دې ځایه ایستلی و.

حضرت رسول اکرم (ص) حال دا، د یس سورت آیتونه یې له ځان سره تلاوتول، له خپل کوره راووت او له چپې لارې د حرا غار پر لور، چې له مکې ښار نه بهر و، روان شو. حضرت ابوبکر (رض) هم له پېښې نه خبر شو او د الله تعالی استازي هغه هم له ځان سره ملګری کړ.

سهار مهال دښمنانو له بربنډو تورو سره د رسول الله پر بستره یرغل وکړ؛ خو په حیرانتیا یې وموندل، چې د آنحضرت په بستره کې حضرت علي کرم الله وجهه پروت دی او دښمنانو غوسه وپوښتل: محمد چېرې دی ؟

حضرت علي وویل: مګر زه مو پرې ساتندوی ګومارلی وم، چې له ما یې پوښتی، تاسې یې د وتو غوښتنه درلوده او هغه هم ووت.

د قریشو د مشرکانو نقشې، چې په سیند لاهو شوې وې، ډېرې پړتکې یې ووهلې؛ خو پایله یې نه درلوده.

رسول الله په حرا غار کې تر درېیو ورځو تم روسته د یثرب پر لوري روان شو. د سراقه په نوم یو سړي رسول الله تعقیباوه؛ خو داچې درې ځل یې پښه په ځمکه کې ډوبه شوه او را و به غورځېد؛ نو زړه ته یې وېره ورغله، توبه یې وویسته او راستون شو. د الله تعالی استازی د ربیع الاول پر دولسم تاریخ قبا سیمې ته ورسېد او څو ورځې هلته پاتې شو. حضرت ابوبکر (رض) ټینګار درلود، چې ژر تر ژره دې یثرب ته ولاړ شو؛ خو آنحضرت ورسره و نه منله او ورته یې وویل: علي په خپل ځان وژغورلم، هغه مې غوره اهلبیت، زوی او د تره زوی دی،  تر هغه به له دې ځایه و نه خوځم، تر څو علي نه وي رارسېدلی. (۳۶)

حضرت علي د هغو دندو د ترسره کولو روسته، چې د الله تعالی استازي ورسپارلې وې، له یو لړ مسلمانو ښځو؛ لکه حضرت فاطمه الزهرا سره د یثرب پر لور روان شو او په قبا کې له رسول الله سره یو ځای شول. د حضرت علي پښې دومره تڼاکې شوې او ټپي شوې وې،  چې نور یې د حرکت وس نه درلود؛ ځکه په لار کې په یوازې ځان څو څو ځل له مشرکانو سره په جګړه شوی و او هغوی یې پر شا تمبولي وو. د الله تعالی استازي په مهربانۍ سره په غېږ کې راونیوه او خپلې توکاڼې یې د هغه پر ټپونو ولګولې او همدا ول، چې د حضرت علي د پښو تڼاکې، ټپونه او پړسوب د تل لپاره له منځه ولاړل او له رسول الله (ص) سره د یثرب پر لور روان شو.

د الله تعالی استازی د جمعې پر ورځ یثرب ته ورسېد. د یثرب خلک له خوشحالیو نه په خپلو جامو کې نه ځایېدل او له رسول الله نه یې بیخي سترګې نه اړولې. رسول الله (ص) په مدینه کې مېشت شو او د عدالت او ایمان پر بنسټ یې د ستر تمدن بنسټونه کېښوول. رسول الله (ص)، چې په ښار کې مېشت شو؛ نو له یثرب نه یې نوم په مدینه النبي؛ یعنې د نبي د ښار واوخوت. دا کال د هجرت د مهمې پېښې او حقپالنې او عدالت د بري په پار د تاریخ مبدا وګرځول شو.

د اسلام تر وړانګو لاندې ته وا خلک یو ځل بیا وزېږېدل، پخواني او وراسته اخلاق، خویونه او ګروهې نوې شوې او ژوند بښاندې او بشپړې کړلارې یې ځایناستې شوې.

مسلمانان، چې د قریشو او مشرکانو د کړاوونو له منګولو خلاصون موندلی و او هوسا او ارام چاپېریال ته یې لاسرسی پیدا کړی و؛ هوساینې او مزو چړچو ته یې مخه نه کړه؛ بلکې شپه و ورځ یې د الهي ټولنې رامنځ ته کولو او د ستونزو هواري ته هلې ځلې کولې.

رسول الله (ص) د یوه جومات تر جوړولو روسته؛ یعنې د مسلمانانو د ټولنیز نظام تر جوړولو روسته پر یوه خورا په زړه پورې نوون لاس پورې کړ او هغه هم د اسلامي رورولۍ پلي کول ول، چې د مسلمانانو ترمنځ یورنګي او یووالی رامنځ ته شي او پوه شي، چې که وطن، کور او ملګري یې له لاسه ورکړي دي، پر وړاندې یې داسې ورونه لاس ته راوړي، چې له هر اړخه پتمن، وفادار او زړه سواندي پرې دي.

رسول الله (ص) مهاجر او انصار دوه په دوه سره ورونه کړل او علي یې خپل رور وټاکه او و یې ویل: علي مې هم په دنیا او هم په اخرت کې رور دی. (۳۷)

 

د رسول الله پوځي سیاست

اسلام د رحمت، سولې او سوله ایز ګډژوند دین دی. د اسلام سوله پالي او عدالت غوښتنه دومره ډېره ده، چې په څرګنده کتابیان یووالي او همغږۍ ته رابولي او په په زړه پورې لحن ورته وايي: ای پېغمبره ! کتابیانو –مسیحیانو او یهودانو- ته ووایه، چې د توحید تر سیوري لاندې په یوه زړه او یوه ژبه، ایکي یو الله تعالی لمانځو او شرک به نه کړو.

خو د انسان فطرت حکم کوي، چې مرداربوټي اود ټولنې فاسد وګړي له منځه یوسي، چې د بېوزلیو او صالحو وګړیو د ژغورنې او نېکمرغۍ لپاره زمینه چمتو شي؛ نو ځکه الله تعالی هم په ځانګړیو شرایطو کې مسلمانانو ته د دفاع، مبارزې او جهاد حکم کړی دی. مسلمانانو به له کفارو (کتابیانو) سره په جګړه کې څوک هم اسلام منلو ته نه اړ ایستل؛ هغوی کولای شول، چې د سولې د شرایطو په منلو سره په خپل دین کې پاتې شي او پر وړاندې به یې اسلامي حکومت له هغوی ملاتړ کوي.

رسول الله د مکې په فتح کې خلک ازاد پرېښوول او هېڅ څوک یې هم اسلام منلو ته اړ نه ایسته، چې خلک پخپله د دین سمه لار وټاکي.

صفوان د کافرانو له مشرانو ځنې و، د مکې تر فتحې روسته طایف ته وتښتېد. هغه له رسول الله (ص) نه امان وغوښت. رسول الله (ص) امان ورته ورکړ او خپله پګړۍ یې ور و لېږله. صفوان مکې ته راستون او له رسول الله نه یې دوې میاشتې مهلت وغوښت، چې د اسلام په باب څېړنه وکړي. رسول الله څلور میاشتې مهلت ورکړ. هغه له آنحضرت سره حنین او طایف ته ولاړ او په پای کې یې په خپله خوښه اسلام ومانه.

د رسول الله د جګړو تر څېړلو روسته جوتېږي، چې دې ټولو جګړو دفاعي اړخ درلود. په ټول کې مسلمانان ۸۴ ځل له کفارو سره د جګړې ډګر ته تللي دي او په هغو جګړو کې چې په خپله رسول الله (ص) ګډون درلود، غزوه ورته ویل کېږي. اوس به د رسول الله څو غزوو او د سولې بېلګې راوړو.

 

د بدر غزوه

مدینې ته د رسول الله (ص) تر هجرت روسته هم د مکې کفارو له خپلو شیطاني کړنو لاس وانخست؛ هغوی به مکه مېشت بې دفاع مسلمانان کړول او نه یې پرېښوول، چې له مکې نه هجرت وکړي.

بلخوا مدینه یې اقتصادي کلابنده کړه او پر ټولو هغو کاروانونو یې تحریم ولګاوه، چې مدینې ته به یې توکي وړل. دې کلابندۍ د څه مودې لپاره دوام وکړ او مدینه وال په تنګسه کې شول او خوراکي توکيو لاس ته راوړو ته ان اړ شول، چې د سور سمندر سواحلو ته ولاړ شي. ابوجهل هم رسول الله ته لیک واستاوه او اخطار یې ورکړ، چې د قریشو حملې ته دې په تمه شي.

دا مهال ستر څښتن وویل: پر هغوی چې یرغل او حمله شوې، کولای شي له ځانه دفاع وکړي، الله تعالی د هغو خلکو په مرسته وسمن دی، چې د توحید په خاطر له خپل کور او سیمې شړل شوي دي.

پر دویم هجري کال، رسول الله (ص) د اسلام د ساتلو په موخه او د مسلمانانو د حیاتي حقوقود خوندي کولو په موخه په بدر کې د قریشو له لښکر سره مخامخ شو. د مسلمانانو شمېر ۳۱۳ تنه و، چې اویا اوښان، دوه اسونه، شپږ زرې او اته تورې یې درلودې. د کفارو شمېر تر زرو هم اوختی و، چې سل اسونه او اویا اوښان یې درلودل او ټول یې وسلوال ول. په دې نا انډوله جګړه کې مسلمانانو په خپل ایماني ځواک کفار مات کړل؛ اویا تنه یې پکې ووژل او اویا یې بندیان ونیول او مسلمانانو هم څلور تنه شهیدان تلفات درلودل. (۳۸)

 

د احد غزوه

پر درېیم هجري کال د مکې کفارو د بدر جګړې د غچ اخستلو په موخه له درې زره کسیز وسلوال سمبال لښکر سره پر مدینه یرغل وکړ او له اسلامي ځواکونو سره په احد سیمه کې مخامخ شول. داچې په دې جګړه کې ځینو مسلمانانو د رسول الله (ص) خبره و نه منله؛ نو دا جګړه د مسلمانانو په ګټه تمامه نشوه.

 

د احزاب (خندق) غزوه

پر پینځم هجري کال یو لړ یهودان مکې ته ولاړل او قریش یې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف راوپارول. کفار سره یو لاس شول او له لس زره کسیز لښکر سره یې د مدینې پر لور حرکت وکړ.

مسلمانانود حضرت سلمان فارسي (رض) په وړاندیز سره د مدینې او مسلمانانو د ژغورلو لپاره د مدینې په شاوخوا کې ستره کنده (خندق) وکنه. حضرت علي په دې جګړه کې په خپله جانانه مبارزه د کفارو ستر نومیالی جنګیالی وواژه او په پای کې دا جګړه د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده. (۴۰)

 

د بني قریظه غزوه

د بني قریظه یهودانو له رسول الله سره د سولې تړون لاسلیک کړی و؛ خو د خندق په جګړه کې یې تړون مات کړ او له قریشو سره یې مرسته وکړه. اسلامي ځواکونو د خندق تر جګړې روسته،  د پینځویشت ورځو لپاره یهود کلابند کړل، چې په پای کې تسلیم شول. د اوس ټبر غوښتل، چې رسول الله د یهودانو له وینې تېر شي. رسول الله حضرت سعد بن معاذ (رض) ته، چې د اوس ټبر مشر و او هم په جګړه کې ټپي شوی و،  فیصله پرېښووله. ټولو د هغه حکمیت په دې هیله ومانه، چې حضرت سعد به د یهودو پلوي کوي؛ خو سعد د الله تعالی رضا ومنله او حکم یې وکړ، چې وسلوال یې ووژنی، مالونه یې وویشی او ښځې یې اسیرانې کړﺉ. (۴۱)

 د حدیبیې سوله

له مکې نه د رامهاجر شویو مسلمانانو زړونو هوا کوله، چې خپل وطن ته ستانه شي. پر رسول الله (ص) هم خپل ښار مکه، چې پکې زېږېدلی و، خورا ګران و، دومره، چې کله به د مکې نوم واخستل شو؛ نو په سترګو کې به یې اوښکې راټولې شوې.

پر شپږم هجري کال مسلمانانو هوډ وکړ، چې د الله تعالی د کور زیارت ته ولاړ شي. درې زره کسان روان شول او خپلۍ قربانۍ یې هم له ځان سره روانې کړې.

مشرکان د مسلمانانو له هوډه خبر شول او لارې یې پرې وتړلې. مسلمانان، چې د الله تعالی د کور زیارت ته خورا لېواله وو؛ نو له رسول الله سره یې بیعت کړی و، چې په دې لار کې به تر روستۍ څاڅکې وینې له کفارو سره جنګېږي، تر څو د الله تعالی د کور زیارت ته ولاړ شي. دا بیعت په بیعت الرضوان مشهور دی. کفارو، چې مسلمانانو ثابت قدم وموندل؛ نو د سولې یو تړون یې ورسره لاسلیک کړ، چې په صلح حدیبیه مشهور دی او ددې تړون له مخې دواړو لوريو دنده درلوده، چې تر لسو کلونو پورې به یو له بل سره جګړه نه کوي او پر وړاندې به یې مسلمانان حق ولري، چې راتلونکی کال د الله تعالی د کور زیارت ته ولاړ شي. بل شرط په تړون کې دا و،  چې که کوم مشرک مسلمان شي؛ نو مسلمانان به یې مشر کو ته ورکوي.

په تړون ځینو خورا نیوکې وکړې، تردې چې نږدې وو وینه هم تویه شي؛ خو رسول الله په خپل ځانګړي سیاست ټول دلاسه او غلي کړل، چې ددې تړون له مخالفینو ځینې یو یې حضرت عمر و.

د حدیبیې تر تړون روسته، چې د پېغمبر فکر او چورت د مکې د مشرکانو له لوري ارام شو، هوډ یې وکړ، چې د فتنه ګرو او منافقو یهودو کار پای ته ورسوي.

 

د خیبر غزوه

د خیبر په کلاګانو کې ډېری یهودانو ژوند کاوه او له مشرکانو سره یې خورا راکړې ورکړې او پوځي اړیکې درلودې او تل یې د مسلمانانو امنیت ګواښاوه. پر اووم هجري کال اسلامي ځواکونه د خیبر پر لوري،  چې د یهودانو ستر مرکز و،  وخوځېدل او د هغې کلاګانو تر کلابندولو او اوږدې جګړې روسته، د حضرت علي په قومنده په یو بل پسې یهودي کلاګانې فتح او یهودیان تسلیم شول. (۴۲)

 

د مکې فتح

قریشو په حدیبیه سوله کې له رسول الله سره تړون کړی و، چې پر مسلمانانو او د هغوی پر همژمنو به تېری او یرغل نه کوي؛ خو خپل تړون یې مات کړ، آنحضرت (ص) د هغوی د جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي په پار راپاڅېد او په پټه او بې خبره د مکې د شاوخوا سیمو ته ولاړ او په لس زره کسیز لښکر یې مکه فتح کړه او د الله تعالی د کور زیارت ته ولاړ او هلته یې خپله تاریخي وینا وکړه او اعلان یې کړل: ((. . . پوه شی،  تاسې د الله تعالی د استازي لپاره خورا ناوړه ګاونډیان وﺉ، دروغجن مو کړ، و مو کړاوه،  مونږ مو له خپلو سیمو او وطنه وشړلو او په دې مو بسنده و نه کړه او ان په مدینه کې مو راځنې لاس وانخست، مړي مو راکې وکړل، ځی ټول ازاد یاست. ))

دا زغم او بښنه ددې لامل شوه، چې د مکې خلک ډلې ډلې مسلمانان شي.

د مکې د فتحې خبره، چې د نورو مشرکانو غوږونو ته ورسېده؛ نو یو ستر لښکر یې چمتو او د مکې پر لوري راروان شول. رسول الله هم یو لښکر چمتو کړ او د هغوی مقابلې ته ور ووت او د حنین او طایف په جګړو کې له مشرکانو سره مخامخ شو او د مشرکانو ډېری کسان یې اسیران ونیول. دا جګړې د طایف او هوازن ټبرونو په مسلمانېدو د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېدې.

 په ټول کې مسلمانان ۸۴ ځل له کفارو د جګړې په ډګر کې مخامخ شوي، چې ټولټال د مسلمانانو او کفارو دواړو د مړیو شمېر پکې ۱۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی او پایله یې دا شوه، چې د اسلام رڼا په ټول عربستان کې خپره او ډېری خلکو ایمان راووړ.

د رسول الله (ص) روستۍ جګړه د تبوک غزوه وه. رسول الله، چې مدینې ته راستنېده، وا یې ورېدل، چې د روم قیصر یو ستر سل زره کسیز لښکر چمتو کړی او هوډ لري، چې د اسلامي هېواد په شمالي پولو برید وکړي. رسول الله له خپل دېرش زره کسیز لښکر سره له هغوی سره مقابلې ته ورروان شو او داچې اورېدلي یې ول، چې د هغه په نه شتون کې منافقان هوډ لري، چې په مدینه کې کودتا وکړي؛ نو حضرت علي یې په مدینه کې خپل ځایناستی کړ او منافقانو، چې په مدینه کې د حضرت علي شتون د خپلو د نقشو د پلي کولو په لار کې خنډ لیده؛ نو ډنډورې یې ورپسې خپرې کړې او خلکو ته یې وویل، چې د رسول الله زړه له حضرت علي نه بد دی؛ نو ځکه یې له ځان سره تبوک ته یو نه ووړ. رسول الله د لښکر په مخ کې حضرت علي ته وویل: ای علي ! ایا خوښ نه یې چې مقام دې راته داسې وي؛ لکه د هارون، چې موسی ته و؛ خو په دومره توپیر، چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي. (۴۳)

بیا رسول الله له خپل لښکر سره د شام پر لوري روان شو،  داچې دې لښکر په لار کې ګرمي، د لارې لرې والی، د تدارکاتو کموالی،  بېوزلي او لوږه وزغمله؛ نو جیش العسره (د سختیو لښکر) ورته وايي.

په مدینه کې د حضرت علي د شتون له امله د منافقانو ټولې نقشې په سیند لاهو شوې؛ نو ځکه د رسول الله د ترورکولو هوډ یې وکړ؛ خو الله تعالی خپل استازی د هغوی له نقشې خبر کړ او خپل استازي ته یې ټول هغه منافقان وروپېژندل، چې د رسول الله د ترور کولو هوډ یې درلود او د هغوی له شیطاني نقشو یې وژغوره،  رسول الله (ص) هم د اسلام د مصالحو او د رسول الله د خپل وګړیز لطف او رحمت له امله د هغوی له ګناهونو تېر شو او خلکو ته له ورپېژندو یې تېر شو؛ خو د ضرار جومات، چې د منافقانو د راټولیدو یو ستر مرکز ګرځېدلی و، د الله تعالی په امر یې له خاورو سره یو ځای کړ.

د نهم هجري کال د حج موسم راورسېد. مشرکان هم د هر کال په څېر مکې ته راوخوځېدل، چې خپل ځانګړي مراسم ترسره کړي او یو له ناوړه کارونو ځنې، چې د حج په نامه یې ترسره کول دا ول، چې بیخي بربنډ به یې د کعبې طواف کاوه؛ خو اوس مکه د اسلامي حکومت مرکز دی او بوتان دړي وړي شوي ول او دا مهال د الله تعالی له لوري د توبې سورت را نازل شو او په مکه معظمه کې د مشرکینو شتون ممنوع اعلان شو.

رسول اکرم (ص) حضرت ابوبکر (رض) ته دنده ورکړه، چې دا سورت مشرکانو ته ابلاغ کړي، تر اوسه لا حضرت ابوبکر د لارې نیمايي ته نه و رسېدلای، چې حضرت جبراییل امین د الله تعالی له لوري پېغام راووړ، چې حضرت علي دې دا سورت مشرکانو ته ابلاغ کړي. د الله تعالی استازي هم بې ځنډه حضرت ابوبکر بېرته راوغوښت او له هغه یې وغوښتل، چې راستون شي.

حضرت علي هم د کعبې ترڅنګ د توبې سورت ټولو مشرکانو ته ابلاغ کړ او بیا یې وویل: ((یوازې ایمانوال کولای شي، چې مسجدالحرام ته راننوځي او هېڅوک حق نه لري په بربنډ ځان د کعبې طواف وکړي او هر چاچې له رسول الله سره کوم تړون او ژمنه کړې وي، تر خپل وخته یې تړون او ژمنه محترمه ده او چا چې له رسول الله سره تړون کړی وي؛ نو څلور میاشتې مهلت ورکول کېږي)) (۴۴)

ددې پېغام په ابلاغ سره د شرک ټغر له مکې راټول شو او کعبه یوازې د توحید او ایکي یو الله تعالی د عبادت ځای وګرځېد.

 

 

د اسلام نړیوال رسالت

اسلام له هماغه ړومبۍ ورځې د رڼې چینې په څېر راښکاره شو او ورو ورو خپور شو او په پای کې ترې یو ستر سمندر جوړ شو او د بشریت په بېلابېلو سیمو کې یې ډېری تږي خړوب کړل.

اسلام د بري راز په لاس کې لري او هغه هم د انسان له فطرت سره یې سمون او همغږي ده او دا څرګنده ده، چې ټول انسانان فطرت لري او د ژوند بنسټ هم فطرت دی؛ نو ځکه دا دین روستی او تر ټولو بشپړ الهی دین دی او تر دې روسته به بل دین رانشي.

قرآن په دې باب وايي: مونږ ته ټولو نړیوالو ته رحمت ګرځولی یې. (۴۵)

داچې د روستي الهي دین پېغام، چې باید د بشر د ټولو وګړیو دین وي، د نورو ملتونو غوږ ته ورسي، پر شپږم هجري کال د الله تعالی استازي د نړۍ پاچایانو ته خپل استازي ورواستول. دې استازیو د رسول الله پېغام ۶۲ تنو ته چې پکې پاچایان، د ټبرونو مشران او نور مشران وو، ورساوه او هغوی یې توحید، رورولۍ او اسلامي یووالي ته راوبلل.

د الله تعالی استازي (ص) ساساني پاچا خسرو پرویز ته داسې ولیکل:

بسم الله الرحمن الرحیم. له محمد د الله تعالی له استازي نه، کسری د فارس مشر ته. درود دې د هدایت پر لاروي او هغه چې د الله تعالی او د هغه د استازي لاوری وي، او هغه چې پر توحید او د الله تعالی د استازي -محمد-پر رسالت ګواهي ووايي.

زه دې د الله تعالی د حکم له مخې اسلام ته رابلم، زه ټولو خلکو ته د الله تعالی استازی یم، چې ژوندیو زړونو ته ګواښنګری شم، چې کافران هم عذر و نه لري. اسلام ومنه، چې د سولې او امن په کلا کې شې او که سرغړونه دې وکړه؛ نو د مجوس ګناه دې پر غاړه ده. (۵۶)

خسرو پرویز، چې ناپوهه او سرغړانده پادشاه و، د رسول الله لیک یې څېرې کړ او په یمن کې یې خپل والي ته حکم وکړ، چې رسول الله لاس تړلی ورته راوړي.

د یمن والي هم د پادشاه حکم پلي او خپل دوه مشاورین يې له ډېرو ساتندویانو سره مدینې ته ورولېږه، رسول الله هغوی په مهربانۍ سره ومنل او ورته یې وویل: چا درته زما د نیوو حکم درکړی دی.

و یې ویل: زمونږ الله تعالی او مطلب یې خسرو پرویز و.

آنحضرت وویل: ولاړ شی او د یمن والي ته وواست، چې زما الله تعالی -الله- بېګا شپه ستاسې الله تعالی –خسرو پرویز-وواژه.

هغوی یمن ته ستانه شول او د خسرو پرویز د مړینې خبر یې د یمن والی ته ورکړ.

ډېر وخت لا تېر شوی نه و، چې له ایران نه د پادشاه د مړینې خبر راورسېد او د یمن خلک داچې رسول الله له غیبو د پادشاه له مړینې خبر شوی و؛ نو ډېرو یې اسلام ومانه.

رسول الله د یمامه واکمن ته ولیکل: ((. . . پوه شه، چې زما دین به تر هغه ځایه مخکې ولاړ شي، چې د بشر ورته لاسرسی کېږي؛ نو اسلام ومنه، چې روغ پاتې شې)) (۴۷)

آنحضرت یهودانو ته په خطاب کې داسې ولیکل: ((آیا زما رسالت مو یهودي ټولنې او ټول بشر ته په خپل کتابونو کې موندلی دی، که داسې وي؛ نو له الله تعالیه وډار شی او ایمان راوړﺉ)) (۴۸)

د رسول اکرم (ص) له بلنې سره د هېوادونو او ادیانو د مشرانو چلن توپیر درلود، ځینو یې اسلام راووړ، ځینو یې درناوی وکړ او د رسول الله استازي یې په خورا ارزښتمنو ډالیو ونازول او ځینو رټلی ځواب ورکړ او د له رسول الله سره د مبارزې په لټه او هڅه کې شول؛ هر څه چې وو؛ خو دا یې جوته کړه، چې د اسلام دین نړیوال دی او د ټول بشریت لپاره دی او ډېر ژر به د ټولې نړۍ ورونه فتح کړي.

 

 

 

د رسول الله ځایناستي

د لسم هجري کال د حج موسم و. د حجاز بیدیاوې له خلکو نه ډکې وې، چې ټول په یوه شعار سره د یوې موخې پر لور روان وو.

پر هغه کال د حج منظرې څه ځانګړی خوند او رنګ درلود او مسلمانانو په خورا لېوالیتا سره لار وهله او ځانونه یې مکې ته را رسول. د لبیک. . . اللهم لبیک غږونه د مکې له بیدیاوو نه اورېدل کېدل. قافلې په یو بل پسې مکې ته راننووتې او حاجیانو په احرام کې ستړي لوغړن او په اوښکو تویېدو راروان وو او ځانونه یې د الهي امن حرم او هغه خونې ته چې د توحید ننګیالي حضرت ابراهیم علیه السلام جوړه کړې وه، رسول او طوافونه یې کول.

رسول الله (ص) وکتل. په مسجدالحرام کې یولک او څلرویشت زره مسلمانان څپې وهي. رسول الله له یوې خوا خوشحاله و، چې دومره پر ستر ګام پورته کولو بریالی شوی دی او په ښه توګه یې خپل رسالت سر ته رسولی دی؛ خو بلخوا کله نا کله به یې پر مبارکه څېره خپګان او وراخطايي کېناسته او خوشحالۍ به یې ترخې کړې.

آنحضرت (ص) وېره درلوده، چې تر مړینې روسته یې دا ټولنه و نه شیندل شي او یوووالی او رورولي یې له منځه ولاړه نشي او بېرته جاهلیت ته ستانه نشي.

هغه خورا ښه پوهېده، چې امت اسلام عادلې او عالمې مشرۍ ته اړمن دی او بې له مشر او امام نه به اسلام له منځه ولاړ شي.

آنحضرت (ص) څو څو ځل ویلي ول: ((. . . زه تاسې ته دوه ګرانبیه څیزونه پرېږدم، که هغوی ته مو رجوع وکړه؛ نو هېڅکله به بې لارې نشی او هغه دوه څیزونه د الله تعالی کتاب (قرآن) او زما اهلبیت دي))

اوس یو لک او څلرویشت زره مسلمانان په عرفات بیدیا کې راټول شوي ول، چې د حج مراسم او مناسک پر ځای کړي؛ نو فرصت او وخت و، چې د قرآن زوخا د الهي پېغام په نامه په تېره بیا هغوی ته چې نوي مسلمانان شوي ول او د اسلام له فلسفې او روح سره یې آشنايي نه درلوده ده، بیان کړي.

نو رسول الله (ص) پر خپله سورلۍ ودرېد او په زړه پورې غږ يې تر څښتن ستاینې روسته وویل: (( ای د الله تعالی بندګانو ! تاسې تقوا ته رابلم او هڅوم مو، چې د الله تعالی د بندګۍ پر بنسټ مو چارې پر مخ بوځی. . . اما بعد،  ای خلکو ! خبرې ته مې ښه غوږ ونیسی؛ ځکه نه پوهېږم، چې بل ځل به دلته سره ګورو که نه ))

ای خلکو ! ستاسې ځان، مال، ابر او ناموس محترم دی؛ لکه څنګه چې دا ځای او وخت محترم او سپېڅلی دی او د قیامت تر ورځې به هم داسې وي؛ نو که له هر چا سره د چا امانت وي؛ نو د هغه څښتن ته دې یې بېرته ورکړي او بېشکه، چې د جاهلیت د وخت ربا او سود باطل دی او ربا ورکوونکی یې د بېرته اخستو حق نه لري او ړومبۍ ربا، چې باطلېږي د عباس بن عبدالمطلب ربا ده. په یقین هغه وینې، چې په جاهلیت کې تویې شوي، تویې ولاړې او هېڅوک یې د غچ اخستو حق نه لري.

 ای خلکو ! نن شیطان له دې نهیلی دی، چې ستاسې په سیمه کې یې څوک ولمانځي، که په خوراجزیي او کوچنیو چارو کې یې هم لاروي وکړﺉ؛ نو بیا به هم خورا خوشحاله وي؛ نو په چارو کې مو شیطان ته پام وسه، چې تېر مو نه باسي.

ای خلکو ! ښځې مو پر تاسې او تاسې مو پر ښځو یو لړ حقونه لرﺉ، ښځې د الله تعالی امانتونه دي، چې درسپارل شوي دي؛ نو په خورا مهربانۍ ورسره چلېږﺉ. د مریانو په باب مو هم سپارښتنه درته کوم، چې هماغه خواړه، چې تاسې خورﺉ، هغوی ته یې هم ورکړﺉ او هماغه جامې ورکړﺉ، چې تاسې یې هم اغوندﺉ او پوه شی، مسلمان د بل مسلمان رور دی، تاسې هم سره برابر یاست او د ټولو حقوق، ژمنې او دندې سره یو شان دي؛ نو پر خلکو تېری مه کوﺉ او د خلکو حقوق مه ترپښو لاندې کوﺉ.

ای خلکو ! تاسې ته مې داسې څه پرېښي، چې تر هغه پورې مو چې منګولې پرې لګولې وي، بې لارې به نشی او هغه د الله تعالی کتاب (قرآن) او زما اهلبیت دي. . .

پوه شی، چې خپله دنده مې ترسره کړه. . . . . ای الله تعالیه ته مې ګواه اوسه. . . .

ای خلکو ! الله تعالی مو ایکي یو الله تعالی دی او پلار مو یو دی او په تاسې کې پر الله تعالی تر ټولو هغه ګران دی، چې تقوا یې ډېره وي، یو عرب هم پر غیر عرب او یو توکم پر بل توکم غوراوی نه لري؛ خو داچې تقوا یې ډېره وي. . . . . .

بیا رسول الله مبارک له خلکو وپوښتل: آیا خپله دنده مې ترسره کړې ده؟

حاضرینو په یوه غږ وویل: هو !

آنحضرت وویل: نو حاضرین دې غایبین هم خبر کړي.

اوس، چې رسول الله (ص) د قرآن زوخا د لومړي ثقل –دروند بار- په نامه خلکو ته معرفي شو؛ نو په مناسب فرصت پسې و، چې دویم ثقل هم رسما خلکو ته وروپېژني او له خلکو ورته بیعت واخلي.

د حج موسم پای ته ورسېد او خلک خپلو ټبرونو ته د راستنېدو په حال کې ول، چې ناڅاپه په بیدیاوو کې د منادیانو غږونه راپورته شول او مسلمانانو ته یې د تم کېدو امر وکړ؛ ځکه د وحې پرښته رسول الله مبارک ته راغلې وه او د الله تعالی له لوري يې ورته پېغام راوړی و، چې ای پېغمبره ! هغه څه چې د الله تعالی له لوري درنازل شوي، خلکو ته یې ورسوه او که و دې نه رسول؛ نو خپل رسالت دې پای ته نه دی رسولی او الله تعالی به د الله تعالی له شره وساتي.  (۵۰)

الله تعالی (ج) خپل استازي ته امر وکړ، چې په رسمي توګه حضرت علی د امیرالمؤمنین په توګه خلکو ته وروپېژني؛ خو رسول الله (ص) وېرېده، چې هسې نه داکار په خلکو کې د درز، اختلاف او اړپېچ لامل شي؛ نو ځکه د یوه مناسب فرصت په لټه کې و، چې دا خبره خلکو ته ابلاغ کړي.

د الله تعالی د پېغام تر اورېدو روسته، رسول الله خلک په خم غدیر نومي ځای کې راټول کړل، چې د اسلام روح؛ یعنې د خلافت او ځایناستۍ مسله په بشپړه توګه روښانه کړي.

خلک نه پوهېدل، چې ولې د تم کېدو امر شوی دی او څه مهمه موضوع راپېښه شوې ده. دومره وخت لا نه و تېر شوی، چې د جماعت د لمانځه اعلان وشو، تر لمانځه روسته د رسول الله مبارک سپېڅلې او په زړه څېره پر اوښانو راڅرګنده شوه.

د الله تعالی استازي (ص) وویل: د الله تعالی کتاب او معصوم امامان تر ما روسته اوږه پر اوږه ستاسې لارښودان دي، په بشپړه توګه ترې لاروي وکړﺉ، چې بې لارې نشی.

بیا یې د حضرت علي لاس راپورته کړ، داسې چې ټولو حاضرینو ولید او بیا یې وویل: د هر چا چې زه مولی او ولی یم؛ نوتر ما روسته یې علي مولی او ولي دی.

الله تعالیه ! مرسته وکړې د هغه چا چې د علي مرسته کوي او خوار کړې هغه څوک، چې له علي سره دښمني کوي. . . . .

رسول الله مبارک پورتنۍ جملې درې وار تکرار کړې او له حاضرینو یې وغوښتل، چې پېغام یې غایبینو ته هم ورسوي. او همدا مهال ول، چې آیت رانازل شو: نن مو دین کامل او نعمت مو. . . . . . .

تردې مراسمو روسته مسلمانان راتلل او له حضرت علي سره یې د امیرالمؤمنین په نامه بیعت کاوه او ړومبی تن، چې له حضرت علي سره د امیرالمؤمنین په نامه بیعت وکړ او مبارکي یې وویله،  حضرت ابوبکر (رض) و او تر هغه روسته حضرت عمر (رض) و او ورته یې ویل: ای د ابوطالب بختوره زویه، زما او د هر مسلمان او مسلمانې مولا او بادار شوې. (۵۱)

خو د رسول الله مبارک تر وفات روسته یوه ډله په سقیفه بني ساعده کې سره راټول شول او حضرت علي یې له خپل حق او منصبه بې برخې او ګوښې کړ.

 

 

د رسول الله مبارک وفات

 

یوولسم هجري کال و، رسول الله (ص)، چې د اسلام د تبلیغ لپاره ۲۳ کاله نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې، اوس په بستر کې رنځور پروت دی،  د منافقانو کړنو زور اخستی و، رسول الله (ص) خورا د خطر احساس کاوه؛ نو یو خورا په زړه پورې برنامه یې طرحه کړې وه، تر څو توطیه او دسیسه کوونکي او منافقان له مدینې نه بهر وباسي. آنحضرت (ص) د اسامه په مشرۍ، چې تکړه او زړور ځوان و یو لښکر جوړ کړ او د روم پر لور روانېدو ته يې ورته حکم وکړ او حضرت عمر او حضرت ابوبکر ته یې هم امر وکړ، چې له لښکر سره له ښاره ووځي او څو څو ځل یې وویل: الله تعالی دې هغوی لعنت کړي، چې د اسامه په لښکر کې له ګډونه به سرغړونه کوي. (۵۲)

پر هغو ورځو کې چې رسول الله رنځور و او په بستره کې پروت و او د حضرت اسامه (رض) په مشرۍ چې یې لښکر جوړ کړ،  یوه موخه یې دا وه، چې مخالف وګړي او منافقان له مدینې بهر ولېږي او بله موخه یې دا وه، چې خلکو ته وښيي، چې سپین ږیرتوب د مشرۍ شرط نه دی او یو ځوان یې لښکر مشر وټاکه، تر څو مخالفان يې د حضرت علي له خلافت سره ځواني د مخالفت لپاره پلمه نه کړي او د الله تعالی له حکمه سرغړونه و نه کړي.

حضرت عایشې حضرت عمر او حضرت ابوبکر د رسول الله د رنځ له ډېرېدو خبر کړل او د اسامه له لښکره رابېل شول او مدینې ته راستانه شول او د رسول الله سر ته ودرېدل. رسول الله د درد له ډېروالي بېسده شوی و؛ نو چې په سد کې شو؛ نو دا دواړه یې په خپله خونه کې وموندل او په دې حال کې یې وویل: دوات او کاغذ (د اوښ د اوږې هډوکی) راوړﺉ، چې یو څه درته ولیکم، چې تر ما روسته بیخي بې لارې نشی.

په دې وخت کې ځینو ګڼه ګڼو کړه او په بې ادبۍ او سپین سترګۍ یې وویل: پر دغه سړي رنځوري ډېره شوې، د الله تعالی کتاب راته کافي دی.

داچې د الله تعالی د استازي په دې ډول سپکاوی وشو؛ نو خپه شو او پوه شو، چې ان د هغه لیکنه هم نشي کولای، چې دا اختلاف هوار کړي او ان شونې وه، چې ځینې د اسلام له بنسټ سره د مبارزې لپاره وهڅوي؛ نو له هغوی نه بېزاره شو او و یې ویل: له ما نه لرې شی او بهر ولاړ شی.

او پر هماغه حال یې وویل: خو په عین حال کې د خپلو اهلبیتو او کورنۍ په باب مې درته سپارښتنه کوم. . . . .

خونه چې خلوت شوه؛ نو حضرت علي د حضرت رسول الله مبارک سر په غېږ کې راونیوه. رسول الله خپل ټول وصیتونه حضرت علي ته وکړل، بیا خپل مبارک سر د حضرت علي له غېږې را لرې کړ او ساه یې ورکړه. د ژړاګانو غږونه راپورته شول او مدینه الرسول د رسول الله ویر ته کېناسته. حضرت علي او د رسول الله ځینو پتمنو باوفا یارانو د رسول الله مبارک ته په غسل ورکولو بوخت شول او د رسول الله دجنازې لمونځ یې پر ځای کړ او بیا يې د رسول الله مبارک پاک بدن په هماغه خونه کې خاورو ته وسپاره، چې ساه یې پکې ورکړې وه. دا ورځ د صفرې د میاشتې ۲۸ ورځ وه.

په همدې حال کې، چې د رسول الله رور، زوم او تر ټولو نږدې ملګري د الله تعالی د استازي له یو څو تنو یارانو سره د رسول الله د کفن او دفن په مراسمو کې بوخت وو، یوه ډله؛ یعنې هماغه کسان، چې د ریاست او مقام غوښتنې لېوالتیا یې په زړه کې څپې وهلې او د همدې موخې لپاره د اسامه له لښکره رابېل شول او مدینې ته راستانه شوي ول او اجازه یې ورنه کړه، چې رسول الله مبارک هغه کتبي سند ولیکي، له فرصته نه په استفادې سره په سقیفه بني ساعده کې سره راټول او د رسول الله د ځایناستي په باب یې سره خبرې اترې او شخړې پیل کړې وې.

تر ډېرو شخړو روسته حضرت عمر له حضرت ابوبکر سره بیعت وکړ او نور هم چې له انصارو سره مخالف ول او نه یې غوښتل، چې سعد بن عباده – د انصارو مشر- امیرالمؤمنین شي، له حضرت ابوبکر سره یې بیعت وکړ او نور مسلمانان یې هم په دې پلمه بیعت ته اړ ایستل، چې د مسلمانانو له ډلې سره مخالفت کول ښه چار نه دی.

بیا حضرت ابوبکر او حضرت عمر او پلویان یې له سقیفې راووتل او د رسول الله جومات ته ولاړل او په لار کې یې چې څوک هم لیدل په زوره یې ترې بیعت اخسته.

بني هاشم او د مهاجرو ځینې مشران او ځینې انصارو، چې له سقیفې څخه خبر نه ول؛ نو تر خبرېدو روسته یې له بیعت کولو سرغړونه وکړه. سلمان فارسي، ابوذر غفاري، عماریاسر، مقداد، ابی ابن کعب،  خزیمه رضي الله عنهم په څېر مشرانو  پرې څرګند اعتراض وکړ.

تر هغه چې د الله تعالی د استازي یوازېنی یادګار حضرت فاطمه الزهرا ژوندۍ وه، یوه بني هاشم او د رسول الله ځینو اصحابو کرامو هم بیعت و نه کړ.

 

 

د رسول الله ژوند ته لنډه کتنه

الله تعالی به خپل استازي له هغو وګړیو ځنې ټاکل، چې د ستر روح، سترې حوصلې، حلم او خورا بښنې څښتنان او نورې الهي ځانګړنې به یې درلودې او په همدې ښو خویونو ول، چې هغه په فساد او کږنو او انګېرنو کې ډوبې ټولنې یې سمې لارې ته راسیخ کړې او خلک یې وژغورل. الله تعالی څو څو ځل په قرآن کریم کې د رسول الله مبارک ښه او غوره خویونه ستایلي دي او وایي: (( ای پېغمبره ! د الله تعالی په مهربانۍ سره ته له خلکو سره نرمخویه وې او که زیږ او تریخ وای؛ نو خلک درنه خپرېدل)) (۵۵)

او همداراز وايي: ته د سترو خویونو څښتن یې. (۵۶)

رسول الله مبارک د رسالت او د خلکو د پالندوینې ستر مقام درلود؛ خو له خلکو سره چلن او ټولنیز ژوند یې دومره ساده و، چې په عادي خلکو کې به یې ناسته پاسته کوله او کوم نوی به چې ښار ته راغی؛ نو آنحضرت به یې نه پېژانده؛ نو له خلکو به یې پوښتل، چې په تاسې کې کوم یې پېغمبر، حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم دی.

دنیا مغروره نه کړ او د دنیا زرق او برق او پړک او پړوک تېر نه ایسته؛ بلکې په عفیفه او متقي سترګه یې دنیا ته کتل.

خبرې یې لنډې؛ خو له معنی ډکې وې او کله یې هم د چا په خبرو کې نه رادانګل، د خبرو کولو پر مهال به یې تندی تریو نه و او سپک او سور کلمات یې نه کارول. د مخاطب پر وړاندې به یې د جبارانو په څېر سترګو ته یې نه کتل.

کوم مجلس ته به چې ولاړ او پر هر ځای کې به یې چې تش ځای وموند هماغلته به کېناسته، اجازه به یې نه ورکوله، چې څوک ورته له ځایه راپورته شي او روږدی نه و، چې هرومرو به د مجلس په پورته ځای کې کېني؛ البته متقیانو ورسره ځانګړی مقام درلود.

غوسه او خوشحالي یې یوازې د الله تعالی لپاره وه، له ماشومانو سره یې خورا مینه درلوده او د هغوی درناوی به یې کاوه،  په تېره امام حسن او امام حسین پرې خورا ګران ول. له هغوی سره به یې لوبې کولې، پر خپلو اوږو به یې سپرول او تل به یې ښکلول او بویول. د آنحضرت (ص) د لمانځه پر مهال به پرې حسنین سپرېدل او چې د لمانځه پر مهال به پرې حسنین سپاره ول؛ نو سجده به یې دومره اوږدوله، چې حسنین پخپله راکوز شي. د ښځو یې خورا درناوی او په تېره حضرت فاطمه الزهرا پرې خورا ګرانه وه، هره ورځ به یې کتو ته ورتله او ورځ به یې د فاطمې په لیدو پیلوله. د فاطمې په خوشحالۍ به خوشحالېدو او د هغې په غم او خپګان به خپه کېده. علي، فاطمه، حسن او حسین یې د حق معیارونه ګنل او د نورو ایمان به یې له دوی اهلبیتو سره د مینې په تله کې تله.

پر سورلۍ به چې سور و،  اجازه به یې نه ورکوله، چې څوک ورسره لاندې روان وي، که د پلي انسان به خوښه وه؛ نو له ځان سره به یې سپاراوه ګنې نو په یوه ټاکلي ځای کې به یې سره وعده ايښووله او هلته به سره یو ځای کېدل. په ډله ایزو مسافرتونو کې به یې خپلې چارې په خپله کولې او د چا د اوږو بار به نه و او په یوه مسافرت کې یې وویل: خوښ نه یم، چې زما او ستاسې ترمنځ کوم امتیاز وي؛ ځکه الله تعالی خوښ نه دی، چې الله تعالی خپل بنده له نورو بیل وویني. (۵۷)

او بیا آنحضرت پاڅېد او د خسو په راټولو بوخت شو. پر خپلو کړیو ژمنو ولاړ و، صله رحم یې درلود، له خپلوانو سره یې مړی ژوندی او تګ راتګ درلود؛ خو بېځایه ملاتړونه یې ترې نه کول، چا ته یې اجازه نه ورکوله، چې په بل پسې خبرې وکړي او ویل یې: خوښ یم له خلکو سره بې له زړه بدۍ مخامخ شم. په حیا او شرم کې بې ساری او په حوصله او حلم کې مخکښ و. د آنحضرت خادم حضرت انس وايي: د رسول الله روژه ماتي او پېشمني لپاره به مې شیده چمتو کولې، یوه شپه رسول الله ناوخته کور ته راغی، ما فکر وکړ، چې آنحضرت مېلمستیاته تللی دی او روژه یې ماته کړې ده؛ نو شیدې مې وڅښلې، څه وخت لا تېر نه و، چې آنحضرت راغی، د رسول الله له ملګرو مې وپوښتل: آیا رسول الله روژه ماتی کړی دی؟ و یې ویل: نه !

آنحضرت، چې خبر شو؛ نو هېڅ یې هم و نه ویل او په خورا ورین تندي يې شپه سبا کړه،  په عین حال کې چې روژه یې هم ونیوه. (۵۸)

آنحضرت (ص) له روژې او عبادت سره خورا مینه درلوده؛ خو هغه مهال به چې د خلکو ورسره کار و؛ نو لمونځ به يې لنډاوه او د خلکو چارو ته به یې رسېدګي کوله او د خلکو په ستونزهواري کې به یې ناغېړي نه کوله. د ټولو درناوی به یې کاوه، د هر چا غوراوی به یې د هغه په تقوا پورې اړوند ګاڼه او له مقام او ریاست سره یې هېڅ مینه نه درلوده. پر مریانو مهربانه و او د هغوی د چارو په سمبالنه کې هڅاند و.

که چا به یې شخصي سپکاوی وکړ؛ نو غچ به یې ترې نه اخسته او د هغه له بې ادبۍ او ګناه نه به تېرېده او له هغو ټولو کړاوونو سره سره، چې قریشو ور رسولي وو، چې کله یې مکه فتح کړه؛ نو ټول یې وبښل.

په احد غزوه کې د وحشي په نامه یو تن د رسول الله تره حضرت حمزه شهید کړ او بیا د رسول الله (ص) د غچ اخستنې له وېرې پټ شو؛ خو رسول الله هغه وباښه او له ګناه نه یې تېر شو او همداراز د ابوسفیان او هندې له ګناهونو او کړاو ورسونو هم تېر شو او هغه دواړه یې وبښل او غچ یې ترې وانخست.

خو سره له دې دومره نرمۍ یې چې درلود، چې هر مهال به چې څوک له الهي بریدونو او پولو واوخوت؛ نو پرهغه به یې الهي حد جاري کاوه او په دې باب به یې د هیچا وساطت او واسطه نه منله.

هغه مهال، چې د قریشو د شتمنو یوه مېرمن په غلا تورنه شوه؛ نو د هغې په باب یې د حضرت اسامه واسطه و نه منله او ویې ویل: د مخکنیو قومومو د هلاکت یو لامل دا و، چې په شتمنو به یې الهي حد نه جاري کاوه، پر هغه چا قسم، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده، که فاطمه هم داسې چار وکړي؛ نو لاس به یې غوڅ کړم. (۵۹)

د آنحضرت (ص) عطر خورا خوښ ول او پر عطر پېرولو به یې تر خوړو ډېر لګښت کاوه. له هر ځایه به چې تېرېده؛ نو د آنحضرت خوږ بوی به یې ورکاوه او د هغه ځای له بویه به خلک پوهېدل، چې رسول الله مبارک له دې ځایه تېر شوی دی. ډېر مسواک به یې واهه او تر خوړو د مخه او روسته به یې لاسونه وینځل او له کوره د راوتو پر مهال به هرومرو هندارې یا اوبو ته درېده او له جړې پړې څېرې سره به هېڅکله بهر نه راوته.

د الله تعالی دی نازولي له لمونځ سره خوار مینه درلوده او د شپې په نیمايي کې به څو څو ځل له خوبه راپاڅېده او لمونځ به یې کاوه او له خپل پالونکي څښتن سره به راز او نیاز کاوه،  تردې چې په لمانځه کې د ډېرې ولاړې او قیام له امله یې پښې وپړسېدې. (۶۰)

آنحضرت (ص) به اسمان، ځمکې، لمر او سپوږمۍ ته په کتو عبرت او پند اخسته او ډېری به یې سر د دوی د پنځګر پر ځواک او واک خلاصېده. دومره متقي و، چې کله هم فاني نړۍ ته لېواله نه شو. د الله تعالی دا نازولی او روستی پېغمبر په ټولو ښو خویونو کې بېلګه وه،  تردې چې ملګري يې د ښو خویونو په بیانولو کې بېوسې او پاتې راغلي ول او دښمنانو یې له هومره کینې سره سره،  چې یې ورسره درلوده د آنحضرت په برم او ستریا اعتراف او منښته کوله.

مونږ چې ځان مسلمانان او د آنحضرت (ص) لارویان ګڼو، باید د هغه وینا او کړنې د خپل ژوند لپاره بېلګه کړو. الله تعالی هم د بشر د نېکمرغۍ لپاره داسې حکم ورکړی دی: بېشکه چې د الله تعالی د استازي کړه وړه تاسې ته نېکه بېلګه ده. (۶۱)

د الله تعالی، پرښتو او د نېکو بندګانو درود دې پرې تل وي، چې هغه تر ټولو غوره انسان و او زمونږ درود دې پر هغه او د هغه پر آل وي.

والسلام

 

 

پای لیکونه

۱-ددې کتاب په بیا کتنه او اقتباس کې له (نګرشي بر زندګی پیامبر اسلام) له کتابه، چې د راه حق موسسې خپور کړی ګټه شوې او هم لاندې منابع له همدې کتابه اخستل شوې دي.

۱-قرآن کریم، دنحل سورت، ۵۸ او ۵۹ آیتونه او د اسرا سورت، ۳۱ آیت.

۲-د فیض الاسلام نهج البلاغه، لومړی ټوک، ۲۶ خطبه، ۸۳ مخ.

۳-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۳۲۵ مخ.

۴- علامه مجلسي، بحارالانوار، له ۲۵۷ نه تر ۲۶۳ مخونه.

۵- د ابن هشام سیره، لومړی ټوک، ۱۶۸ مخ.

۶- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۳۶۶ مخ.

۷-د صبحي صالح نهج البلاغه، ۳۰۰ مخ.

۸-شبهه لرونکي خواړه هغه دي، چې په پاکوالي او ناپاکوالي او حلالوالي یې ډاډمن نه یو.

۹-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۳۳۶ مخ.

۱۰- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۱۴۲ مخ.

۱۱-محمد شوکت التوفي، محمد در شیرخوارګي و خردسالي، ۲۰۱ مخ،  د افغانستان چاپ، راخستل شوی دی له: قصه های خوب برای بچه های خوب، ۸ مخ.

۱۲ –د ابن هشام سیره، راخستل شوی دی له: قصه های خوب برای بچه های خوب، ۸ مخ.

۱۳- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۱۹۳ مخ.

۱۴-شیخ کلیني، فروغ کافي، ۵ ټوکو۶۵ مخ.

۱۵- شیخ کلیني، فروغ کافي، ۵ ټوکو۶۵ مخ.

۱۶- شیخ کلیني، فروغ کافي، ۵ ټوکو۶۵ مخ.

۱۷- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۶ ټوک، ۵۶ مخ.

۱۸- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۱۹۳ مخ.

۱۹-دکتر محمد سعید رمضان البوطي، فقه السیره، ۶۳ مخ او هغه هم له صحیح مسلم نه راخستی دی.

۲۰- دکتر محمد سعید رمضان البوطي، فقه السیره، ۶۳ مخ او هغه هم له صحیح مسلم نه راخستی دی.

۲۱- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۶ ټوک، ۲۲۴ مخ.

۲۲- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۵ ټوک، ۳۳۷ مخ.

۲۳-محمد رضا، محمد رسول الله (ص)۳۷ مخ.

۲۴-قرآن کریم د علق سورت.

۲۵-قرآن کریم د مدثر سورت لومړي آیتونه.

۲۶-شیخ حر عاملي، وسایل الشیعه، ۳ ټوک، ۱۶ مخ.

۲۷-طبري،  طبري تاریخ، ۳ ټوک، ۱۱۲۶ مخ.

۲۸- طبري،  طبري تاریخ، ۳ ټوک، ۱۱۷۱ مخ.

۲۹- طبري،  طبري تاریخ، ۳ ټوک، ۱۱۷۰ مخ.

۳۰-ابن کثیر،  د ابن کثیر تاریخ،  ۲ ټوک، ۴۲ مخ.

۳۱- طبري،  طبري تاریخ، ۳ ټوک، ۱۱۷۶ مخ.

۳۲-سعید حوی، الرسول،  لومړي ټوک، ۹۳ مخ.

۳۳- سعید حوی، الرسول،  لومړي ټوک، ۹۳ مخ.

۳۴-امین دویدار، صور من حیاه محمد صلی الله علیه و آله وسلم، ۱۵۸ مخ.

۳۵- امین دویدار، صور من حیاه محمد صلی الله علیه و آله وسلم، ۱۵۸ مخ او بحارالانوار،  ۱۹ ټوک، ۱۱۶ مخ.

۳۶- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۱۹ ټوک، ۱۱۶ مخ.

۳۷-ابن هشام،  سیره ابن هشام،  ۲ ټوک،  ۵۰۴ مخ.

۳۸-ابن اثیر،  د ابن اثیر کامل،  ۲ ټوک، ۱۱۸ مخ.

۳۹- ابن سعد، طبقات،  لومړی ټوک،  ۲۷ مخ.

۴۰-طبري،  د طبري تاریخ،  ۳ ټوک، ۱۴۶۳ مخ.

۴۱- طبري،  د طبري تاریخ،  ۳ ټوک، ۱۴۸۷ مخ.

۴۲- طبري،  د طبري تاریخ،  ۳ ټوک، ۱۵۷۵ مخ.

۴۳-امام احمد بن حنبل،  مسند،  ۲۳۰ مخ.

۴۴- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۲۱ ټوک،  او همداراز: حیاه محمد،  محمد حسنین هیکل.

۴۵- قرآن کریم،  د انبیا سورت ۱۰۷ آیت.

۴۶-مکاتیب الرسول، ۱ ټوک، ۹۰ مخ.

۴۷-سیره حلبیه، ۳ ټوک، ۲۸۵ مخ.

۴۸- مکاتیب الرسول، ۱ ټوک، ۱۷۲ مخ.

۴۹-ابن شعبه حرانی،  تحف العقول، ۳۹ مخ.

۵۰- قرآن کریم،  د مایدې سورت ۶۷ آیت.

۵۱- په دې باب کولای شﺉ د علامه امیني ارزښتمن کتاب الغدیر ته مراجعه وکړﺉ.

۵۲-ابن ابی الحدید،  شرح نهج البلاغه،  لومړی ټوک، ۱۵۹ مخ.

۵۳-صحیح مسلم، ۵ ټوک، ۷۵ مخ.

۵۴- ابن ابی الحدید،  شرح نهج البلاغه،  ۶ ټوک، ۱۱ مخ.

۵۵-قرآن کریم، د آل عمران سورت، ۱۵۹ آیت.

۵۶- قرآن کریم،  د قلم سورت، ۴ آیت.

۵۷-شیخ عباس قمي، کحال البصر، ۶۸ مخ.

۵۸- شیخ عباس قمي، کحال البصر، ۷۸ مخ.

۵۹-ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری، ۹ ټوک، ۴۵۶ مخ.

۶۰- شیخ عباس قمي، کحال البصر، ۷۸ مخ.

۶۱- قرآن کریم، احزاب سورت، ۲۱ آیت.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست