د روښنفکرانو ونډه په وروسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روشنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې ژبه،دودونه او ملي فرهنګ له اوسني واقعیت سره مترادف دﺉ،چې پکې […]
د روښنفکرانو ونډه
په وروسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روشنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې ژبه،دودونه او ملي فرهنګ له اوسني واقعیت سره مترادف دﺉ،چې پکې کړاوونه،بدبختۍ، وروسته پاتې کېدنې او محرومیتونه راځي؛نو روشنفکران ددې سنت له تبلیغ کولو څخه سرغړونه کوي او د پرمخ تللې نړۍ بېلګو ته مخه کوي او هڅه کوي،چې دا بېلګې د ملي شعور د تکوین سرمشق وګڼي. افریقایی روانشناس او جامعه شناس فرانتس فرانون په استعمارځپلو ټولنو کې په روشنفکرانو کې دا حالت په دې قشر کې د ملي وجدان د راښکاره کېدو لومړنۍ مرحله ګڼي. د هغه په نظر د استعمار ځپلو ټولنو روشنفکران په دې مرحله کې د ملي وجدان د خپرولو په هڅه کې په پوره ډول په استعماري فرهنګ کې ویلي شوي دي.په دې مرحله کې د استعمار ځپلې ټولنې روشنفکران که څه هم د اندیشې په برخه کې دي؛خو دا اندیشه یې هم د وارادتي اجناسو په څېر ده،چې له پولو څخه هخوا او له هغه هېوادونو څخه راغلي،چې لویدیځ پرې واکمن دی. دا روشنفکر په دې مرحله کې یوازې ترجمه یي فکر کوي او ترجمه يي عمل کوي. د دې روشنفکرانو د عادت له مخې چې پر خپلو معلوماتو یو ډول غرور لري او دا چې عام خلک هم وروسته پاتې او ناپوهه دي؛نو سم انتقاد او د حوادثو دقیق تحلیل یې نشي کېدای. کلونه او د پېړۍ دردناکو پېښو ته اړتیا ده،چې دا روشنفکران د خرګوشۍ له خوب څخه راپاسي او غلول شویو خلکو ته یې د عقایدو ارزش او حقیقت روښانه شي. که له دې تېر شو دا شان روشنفکران د خپلو فکري او عملي حرکت په لومړنیو مراحلو کې دي،چې د ملي وجدان راویښونه یوازې د خپل همت وسیله ګرځوي. په لنډ وخت کې به د روحیاتو او فکارو د ماهیت له مخې خپل ځان ته د غربي ژوند او دهغوی د ظاهري تمدن بېلګې جوړوي،چې ډېر ژر یې د اروپايي مرفه او راحت ډوله ژوند په لوري راکاږي او دا راکښنه هم په خپل ذات کې د سکوت او احیانا د زمانې د فساد او د ظلم له عواملو سره د سازش لاس ورکونه ده او په استعماري دستګاه کې ویلې کېدل دي او د هغوی خدمتګزاري کول دي.
دویمه مرحله د قانون په تحلیل کې هغه وخت دی،چې د وروسته پاتې ټولنې روشنفکر تصمیم نیولی، چې له خپل ملت سره خوږ شي؛خو دا چې خپل ملت یې پر بدبختۍ ، پریشانۍ، جهل او عقب ماندګۍ باندې ککړ دی، د خپل ملت په هغه تاریخ پسې ګرځي،چې پکې جلال او شکوه او عظمت وي او یو دم تېرو پېړیو ته ټوپ وهي او که د خپل ملت په تاریخ کې یې داسې څه پیدا نه کړل؛نو افسانو ته مخه کوي. ددې روشنفکرانو د کار ارزش او اندیشه همدومره ده،چې په کتابونو کې پاتې شي یا هم لږه ډله د لږ وخت لپاره په ځان راټوله کړي او سرګرمه یې وساتي او دا چې د خلکو له موجوده درد څخه یې سرچشمه نه ده اخیستې؛نو هیڅ کله به هم د خلکو عمومي او ملي وجدان راونه پاروي.
درېمه مرحله هغه وخت ده،چې دا روشنفکران خیال پلوي هېره کړي، د خپل وطن له خلکو سره روغه وکړي او د هغوی له دردونو او غمونه سره اشنا شي، د محرومیتونو او فشارونو خوند وڅکي، له عامو خلکو سره دلبستګي پیدا کړي او دهغوی د عواطفو او عقایدو احترام وکړي،ځان ترې خبر کړي او درس او الهام ترې واخلي. نو یوازې په همدې ځای کې دي او په همم دې شرط دي،چې دا روشنفکران صداقت پیدا کړي او له خپلو غربي استاذانو پیښې و نه کړي؛ نو هله به وکړای شي،چې د ملي شعور و وجدان په راویښولو کې فعال رول ولوبوي او چې په دې لار کې څومره صمیمت او ګذشت وکړي؛نو په هماغه اندازه به یې محصول او د اندیشې تاثیر ډېر وي او د عمل لمن به یې پراخه وي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com