بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ (حج/۱۸) ژباړه : ايا غور دې نه دى کړى،چې په اسمانونو او ځمكه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ (حج/۱۸)
ژباړه : ايا غور دې نه دى کړى،چې په اسمانونو او ځمكه كې ټول مخلوقات او لمر و سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او خوځنده او ډېر خلك خداى ته پرسجده دي؟! ډېر داسې دي چې (د سرغړونې له امله) د عذاب وړ ګرځېدلي او خداى،چې څوك سپک كړي؛نو هېڅوك يې عزتمنولاى نشي؛[ځكه] خداى،چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي .
د قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې، د هستۍ د ژویو د ټولیزې سجدې، تسبيح، ستاينې (حمد)، او لمونځ خبرې شوې او ټينګار شوى، چې دا څلور ګونې عبادات په انسانانو پورې ځانګړي نه دي؛ بلكې ان په ظاهر بې سا ژوي هم پكې برخوال دي. ددې آيت د منځپانګې په پامنيوي، د هستۍ ژوي دوه ډوله سجدې لري:
- تكويني سجده
- تشريعي سجده
د حق ارادې، د پنځون قوانينو او پر هستۍ واكمن غونډال ته د ژویو بې قيدو شرط غاړه ايښوونه تكويني سجده ده، چې د ژویو ټولې ذرې رانغاړي، ان د فرعونانو، نمروديانو او ځېلي نټو- منكرانو د مغزو ژوندينكې – حجرې هم په تكويني سجده كې رانغاړېږي. د يو شمېر څېړونكيو په وينا د نړۍ ټولې ذرې يو ډول درك او شعور لري او ورسره جوخت، په خپلو شتو او نړۍ كې خداى ستايي او تسبيح يې وایي او سجدې او لمونځ لري.
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (الاسراء/۴۴) = اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي،ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته،چې پاكي او ستاېنه يې ونه وايي؛خو تاسې یې په تسبيح نه پوهېږئ،په رښتيا چې هغه زغمناک (او) ښه بښونكى دى .
كه دا ډول درك او شعور ومنو؛ نو د پنځون د قوانينو پر وړاندې يې تسليم او خضوع (عاجزي) بيخي نانټې – نه انکار کېدونکې ده. تشريعي سجده؛ عقلمن، ځانخبري- با شعوره، با دركه او د ښاندې – معرفت څښتنان، چې د خپل پالوونكي پر وړاندې عاجزي كوي؛ نو تشريعي سجده ورته وايي. دلته دا پوښتنه راولاړېږي، كه انسانان د ژویو په ټولیزه سجده كې رانغاړېږي؛ نو ولې په دې آيت كې په يوه شمېر انسانانو پورې ځانګړې شوې ده؟ دې ته په پامنيوي، چې په دې آيت كې سجده د تشريع او تكوين تر منځ په يو هراړخيز مفهوم كارول شوې ده، ددې پوښتنې ځواب څرګندېږي؛ ځكه د لمر و سپوږمۍ، ستوريو، غرونو، ونو او خځندو په باب تكويني سجده منظور ده؛ خو د انسانانو په هكله، تشريعي سجده ده، چې ډېرى يې كوي او يوه ډله ترې سرغړونه كوي او د ((وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ )) مصداق دي.( نمونه تفسیر، 14: 49 مخ)
سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- تسبیح
- د عالم د موجودات سجده