تبلیغات

پېغمبراکرم(ص ) وويل : تر پيلولو یې د نېک کار بشپړول غوره او مهم دى. (نهج الفصاحه) لنډه شرح : په خپل ټولنيز ژوند کې به هرو مرو له داسې کارونو سره مخامخ شئ،چې نيمګړى پاتې وي،چې د هغو کارکونکيو د احساساتو تر اغېزى لاندې ‏ښه کار کولو ته یې سملاسي ملاتړلې؛ خو ډېر زر […]

پېغمبراکرم(ص ) وويل :

تر پيلولو یې د نېک کار بشپړول غوره او مهم دى. (نهج الفصاحه)

لنډه شرح :

په خپل ټولنيز ژوند کې به هرو مرو له داسې کارونو سره مخامخ شئ،چې نيمګړى پاتې وي،چې د هغو کارکونکيو د احساساتو تر اغېزى لاندې ‏ښه کار کولو ته یې سملاسي ملاتړلې؛ خو ډېر زر يې د احساساتو ‏بېړۍ ډوبه شوى وه او کار يې نيمګړى پرېښى او پخپله لار‏ تللى دى . د اسلام هغه مؤمنان او خواري کښ انسانان خوښ دي،چې يو ګټور کار پيل کړي او تر اخره يې ورسوي .

ډېره درنه سزا

 پېغمبر اکرم (ص ) وويل :

څوک چې په څه پوهېږې اوعمل پرې نه کوي او له خپلې پوهې ‏ګټنه نه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې سزا تر ټولو‏ درنه وي . (بحارالانوار ٢/ ٣٨)

لنډه شرح :

د اسلام سول – منطق وايي،چې پوهه ‏تل،د وګړيز او ټولنيز ژوند ښه کولو ته ده ،چې بې له دې پوهه ‏ارزښت نه لري.

هغوى چې نه پوهېږي او يو کار کوي؛نو مسوليت يې دومره دروند نه دى؛خو د قيامت پر ورځ د هغوى پر حال ژړل په کار ده،چې خلک نېکیو ته رابلي؛خو خپله په ناوړو چارو لاس پورې کوي او د پوهې ‏پر خلاف عمل کوي .

د پور بلا

پېغمبراکرم (ص) وايي:

څومره مو، چې له لاسه کېږى پور مه اخلئ؛ځکه چې د شپې غم او د ورځې ذلت راوړي. (بحارالانوار ١٠٣ / ١٤١)

 لنډه شرح :

زموږ په وخت کې بى ځايه دودونه او په ژوند کې سینګار پالۍ ‏ته پام،خلک د پور ‏تر پېټي لاندې ډوب کړي دي. ‏دا چې پوروړې ‏اۤزاد انسان نه شمېرل کېږي؛ نو ‏خپل مشر ‏راته حکم کړی،چې ‏له لاسه مو کېږې؛نو له چا پور مه اخلئ. که د هېوادونو ترمنځ د پور مسالې ته په ځير وکتل شي؛خطرناکه او وېرونکې ده او د يو ملت خپلواکۍ ‏او اۤزادۍ ته ګواښ دى.

د بښنې خوند

 پېغمبراکرم (ص ) وويل :

کله چې پر خپل دښمن لاسبرې شوى؛ نو بښنه ‏ددې بري زکات کړه.

لنډه شرح :

د اسلام له نظره (بې استثنا) هر نعمت زکات لري او د ځواک ‏زکات بښنه ده. ظاهري برياوې به هله ريښه پېدا کړي،چې د دښمن زړه له کينې پرېمنځل شي او د مخالف اصلي جړره راونړول شي،چې ددې خبرې حل يوازې د ځواک ‏د زکات په ورکولو؛ يعنې بښنه کې دى؛نو هله به دې دښمن د زړه له تله ‏دوست شي،چې پرونى دښمن ‏دې نننى دوست شي او برى به له ظاهري او باطني دواړو اړخه بشپړ شي؛خو هغوى چې د ځواک ‏په وخت کې پرغچ لاس پورې کوي؛ نو نه يوازې دا چې له ستر انساني فضيلته يى ځان بې برخې کړى ؛بلکې خپل برى يې خطر ته ورنږدې کړى دى .

عبرت

 حضرت علي (ک ) وويل :

له مخکنيو ‏مو عبرت واخلئ، مخکې تر دې،چې راتلونکي له تاسې عبرت واخلي . (نهج البلاغه)

 لنډه شرح :

تاريخ د عبرت له زده کړو،د ظالمانو له پايلو،اړپیچونو- اختلافونو،ماتو،فکري تحجر، د مکاني او زماني وضع له بې خبريو ډک دى،چې دا ټول د تاريخ په هنداره کې ښکاري. حضرت علي (ک)‏ خبردارى راکوي،چې له پخوانيو څخه مو عبرت واخلئ مخکې تر دې،چې راتلونکي له تاسو عبرت واخلي او هغه نېکمرغه ملت ‏دى،چې پخوانۍ غلطۍ تکرار نه کړي او له پخوانيو عبرت واخلي او له دې لارى خپل روښانه راتلونکى ترسيم کړي .

چوپتيا او خبرې

حضرت علي (ک ) وويل :

نه د عالم چوپتيا ګټه لري او نه د ناپوه خبرې. (نهج البلاغه)

لنډه شرح :

څښتن (ج) له پوهانو ‏ژمنه اخيستې،چې د کږو لارو، کږو تلنو، ظلمونو،له حق وژنې او د دښمن زهرجنو پروپاګنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په خپل سول- منطق او ګرمو مستدللو ويناوو د خلکو په زړونو کې د لارښوونې،حق او د نیاو -عدالت تخم وشيندي او همداسې هغوى،چې پر مسالو نه پوهېږي؛نو نبايد په خپلو ناروا لاسوهنو خلک بېلارې کړي،چې نه پوهېږي؛ نوغلى کېنه!او هغه “چوپتيا” او دا “وينا ” دواړه د بدمرغيو سرچينې دي .

 

تلپاتې کارونه

 امام صادق وويل :

څښتن (ج) خپلو ټولو پېغمبرانو ته حکم وکړ، چې نړيوال رښتينولۍ او امانتوالۍ ته راوبلي.   (سفینة البحار)

لنډه شرح :

يوه روغه ټولنه په ډول ډول شتمنيو ولاړه وي، چې تر ټولو‏ غوره يې د ډاډ او عمومي ویسا – اعتماد شتمنۍ ده ،چې پکې پر وينا او پر کړو ویسایي هم راځي‏ او ‏ددې با ارزښته شتمنۍ تر ټولو ستر دښمن دروغ او خيانت دي.

په هغه ټولنه کې،چې دروغ او خيانت دود شي؛نو ټول يو له بله وېرېږى،ټول يوازېتوب ننګېري- احساسوي، ټول بايد د ژوند پېټى ځان ته پخپله يوسي،چې دا هماغه د “يوازيو”ټولنه ده؛نو ځکه وويل شول،چې رښتينولي او امانتوالي د ټولو پېغمبرانو دنده وه .

روغ ټولنيز ژوند

امام صادق(ع ) وايي :

که خلک يو د بل حق ورکړي او د اړينو خلکو اړتياوې لرې کړى؛نو ژوند به ډېر خوږ او په زړه پورې شي. (وسائل ٦ / ٢)

 لنډه شرح :

پورتنۍ وینا چې د زکات او د بېوزليو د لاسنيوي په اړه ‏ويل شوى،ټولو ته ګوتڅنډنه کوي،چې د نورو حق‏ ورکول يوازې ‏اخلاقي او انساني مساله نه؛ بلکې يو مهم ټولنيز بنسټ دى،چې د روغ ټولنيز ژوند او ډاډ لامل ګرځي .

دا چې ځينو ځينې زبېښلي؛نو د ټولنې هوسايي یې له منځه وړى، ددې خبرې ستر ږوی – ګواه همدا اسلامي فرمان دى. تر هغه چې نړېوال “حق له ” زور” سره مساوى ګڼي او زورور هغه حقونو ته، چې پرغاړه يې دي، غاړه کېنږدې؛نو هم په خپله په خطر کې دې او هم انساني ټولنه د خطر کندې ته راکاږي .

د بدمرغيو کونجي

امام حسن عسکرى (ع ) وويل :

لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته قلف اچولى،چې کونجي يې شراب دي او دروغ تر شرابو ‏هم بد دي . (وسايل۲/ ٢٢٣)

 لنډه شرح :

د بدو او ناوړه کارونو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک قلف دى،چې بدو کارونو ته وراچول شوى او کله، چې دا قفل (عقل) د شرابو په کونجي خلاص شي ؛ نو ټول بد او ناوړه کارونه له دې بنده را خلاص شي او په مستۍ کې ډوب انسان ځان پر ډول ډول ګناهونو ککړوي؛خو که شرابخور په مستۍ او لېونتوب کې پر ګناه ککړ وي،دروغجن په پوره هوښيارتوب سره د ټولنيز ژوند بنسټونه له منځه وړي،د اعتماد روح له منځه وړي او د ډول ډول ګناهونو سرچينه ګرځي؛نو دورغ او دروغجن تر شرابو او شرابخور ‏هم بد وي.

 د جنتيانو نښې

امام صادق(ع ) وويل :

جنتيان څلور نښې لري: ورين تندى، پسته او خوږه ژبه، مينه ناک زړه او ورکونکى لاس .( ارشاد القلوب)

لنډه شرح :

تر ټولو اصيل او غوره انساني ښوونځی هغه دى،چې انسان یې په ټولنه کې وويني او ټولنه د با ارزښته انسانو روزنتون وبولي؛ځکه ‏ټولنه د ټولو توکیزو- مادي او مانیزو- معنوي برکتونو سرچينه ده .

په پورتنۍ وېنا کې هم د نېکمرغيو او د ځينې خلکو په اړه ‏څلورخبرې راوړي دي، چې دا څلور واړه د ټولنې اړيکې ټينګوي او د ټولنې په پټي کې د انسانيت تخم شيندي.

ورين تندى، پسته خوله ،خوږه ژبه، هغه زړونه، چې د انسانانو په مينه اۤباد وي او هغه لاسونه، چې له مرسته ورکولو څخه نه ستړى کېږي.

هو! ګرانو دا دي د جنتى انسانانو نښې .!

 د منافقينو نښې

 امام صادق (ع ) وايي :

لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : منافق درې ځانګړنې لري : “ژبه يې له زړه سره سمون نه خوري،زړه يې له کړو سره او ظاهر يى له باطن سره”. (بحارالانوار)

لنډه شرح :

نفاق او دوه مخي ستر درد دى، چې سرچينه يې د وګړتیا – شخصيت نشتوالی ‏او د ارادې کمزوري ده.هغوى چې کوښښ کوي،‏‏له خپل واقعي حالت پرته ځان نورو ته وښيې،چې د دوى ژبه او زړه ،ظاهر او باطن او وينا او کړه يې يو شان نه دي دا کمزوري ‏خلک دي،چې دومره سړيتوب اومېړانه پکې نه وي،چې خپله اصلي وګړتیا ‏خلکو ته ښکاره کړي او نه د خپل ځان سمونې زړورتیا ‏او هوډ لري؛نو په ډول ډول څېرو کې راښکاره کېږي او په عمل کې تر ټولو ان له ځان سره خيانت کوي او له دوى ځنې؛خو ټولنې ته هغه خطرناک ‏دي،چې ظاهر يې ښکلى او له دننه ‏وروست وي .

 

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!