د کوچنیانو درسي مسئالې داچې لومړی ښوونځي د کوچنیانو د زده کړې ړومبی پېر دي؛ نو په تحصیلي برخلیک کې يې ځانګړی اهمیت لري. د کوچنیانو تحصیلي او درسي بریا ته باید څو لاندې ټکي په پام کې ونیسو: نه ښايي تل خپل اولادونه په سبقونو او ازمېیونو کې له ماتې او ناکامۍ وډار کړو. […]
د کوچنیانو درسي مسئالې
داچې لومړی ښوونځي د کوچنیانو د زده کړې ړومبی پېر دي؛ نو په تحصیلي برخلیک کې يې ځانګړی اهمیت لري. د کوچنیانو تحصیلي او درسي بریا ته باید څو لاندې ټکي په پام کې ونیسو:
- نه ښايي تل خپل اولادونه په سبقونو او ازمېیونو کې له ماتې او ناکامۍ وډار کړو. له ماتې ډار یې د بریا خنډېږي او په ویینو او پوښتنو ګروېکنو کې یې له ورګډېدو مخه نیسي او سوکه سوکه یې د سبق او ټولګي له کړۍ باسي.
- کوچنیان باید یادکړي، چې انسان شونې ده کله موخې ته په ورسېدو کې له ستونزو سره مخ شي او په بیړه ور ونه رسي؛ نو ځکه د ماتې په حال کې باید بیا هڅه وکړي او له نه بریا نهیلی او زړه ماتی نشي.
- باید پام مو وي چې:
[پر له پسې ماتې له انسانه پر ځان ډاډمنتیا لرې کوي.]
باید داسې لارې چارې چمتو کړو، چې کوچنیان بریاوې- که څه په یوې ځانګړې برخه کې وي- تجربه کړي. د بریا ترلاسه کول پر ځان ډاډمني رادبره کوي او دانسان روحي ځواک ورزیاتوي.
- که کوچنی په کوم سبق کې څه ستونزه لري، باید د ښوونکي په همکارۍ یې په لرې کړو ، چې کوچنی مخ پر ځوړ نشي او ورځ تر ورځې یې په دې اړه یې کمزوري زیاته نشي.
- باید هره ورځ څو دقیقې له کوچني سره ځانته خبرې اترې وکړو او د ښوونځي، ټولګي او سبق له حالاتو یې وپوښتو.
[کوچنی د موروپلار پاملرنې، تایید او هڅونې ته اړتیا لري.]
باید د کوچنیانو خبرې ښه واورو او بې زغمه نشو، چې په دې توګه دوی هم له نورو سره د سمو اړیکو جوړېدل زده کړي(۱).
- مخکې تردې چې کوچنی د یوې ناکامۍ او ماتې له امله ټپسوری کړو، باید دیوې بریا له امله یې تایید، تشویق او وهڅوو، چې پر ځان ډاډمني یې زیانمنه نشي.
- کوچنیانو ته چې کومې کورنۍ درسي دندې ورکول کېږي، باید څارنه پرې وکړو؛ خو په خپله یې دا دندې پر غاړه وانخلو او یا یې درسې پوښتنې ځواب نه کړو؛ بلکې ترې وغواړو، چې سبق بیا په دقت ولولي او راته یې څرګند او توضیح کړي؛ مثلاً که یو سوال حلولالی نشي، ورته ووایو، چې سوال بیا ولوله او واضح یې کړه یا د کومې جملې یا غونډلې پر مفهوم نپوهېږي دوه ځلي دې یې ووایي او توضیح دې یې کړي. که تر دې پړاو وروسته بیا هم ستونزه یې هواره نشوه، پړاو په پړاو لار وروښیو یا ورته ووایو، چې له ښوونکي دې وپوښته او بیا پایله راته وایه.
- چې کوچنی پر سبق ویلو لګیا وي؛ نو نباید په رادیو، تلويزیون او چغو سرو یې له سبقه پام واړو. که کوچنی ځان ته کوټه لري یا په کور کې اضافي کوټه وي؛ نو هلته دې پر سبق ویلو بوخت او روږدی شي؛ نو په دې حال کې به یې ټول پام سبق ویلو ته وي.
- [ټول پام چې سبق ته ورواوړي؛ نو ښه یې یادېږي.]
- نباید کوچنیان یو له بل سره پرتله کړو. دوی جلا جلا استعدادونه لري. که کوم کوچنی په یوې برخې کې لږه وړتیا لري، نباید له امله یې ټپسوری کړو؛ بلکې مرسته ورسره وکړو، چې په دې برخه کې ترشوني بریده خپلې کمزورۍ جبریان کړي؛ تمه دې ونه لرو، چې د هغه بل په څېر، چې په دې برخه کې وړتیا لري، پرمختګ وکړي.
[پرتله کول، د بل بریاوې د خپل اولاد پرمخ راایشتل،بې ځایه تمې ترې درلودل او وګړیز توپیرونه نالیدي ګڼل مهمې روزنیزې تېروتنې دي، چې کله ویجاړوونکې اغېزې لري.]
کوم کوچنیان، چې ډېر لږ استعداد او وړتیا لري، د چلن لار ورسره دا ده، چې پرمختګ ته یې که څه ډېر لږ وي پام وکړو او لا ډېرو پرمختګونو ته یې وهڅوو، په یقین چې دا کوچنیان په یوه یا څو برخو کې له اوچتو استعدادونو برخمن دي، چې سمه روزنه یې د ژوند لار ورهوارولای شي.
- که په کورنۍ کې یو اولاد له ښو بریاوو برخمن وي؛ نو نباید نور اولادونو ته په ټيټه وګورو. چې دا کار یې وګړه ټکنۍ کوي او پر ځان د ډاډمنتیا ننګېرنه له لاسه ورکوي.
[د درسي وروسته پاتېوالي یو خورا مهم لامل پر ځان د ډاډمنتیا له لاسه ورکول دي.]
- باید کوچنیان پر خپلو سبقونو پوهېدو ته وهڅوو، چې د طوطي په څېر یې له یادولو ډډه وکړي. کوچنیان په لومړني ښوونځي کې له پیاوړې حافظې برخمن دي او د نهه کلنۍ په شاوخوا کې یې حافظه خپلې وروستۍ ودې ته وررسي. د حافظې دا پیاوړتیا لاملېږي، چې د لومړني ښوونځي زده کړیال هر مطلب ټینګ حفظ کړي؛ خو ژور پرې پوه نشي. ځينې مطالب دي، چې باید کوچنی ښه پرې پوه شي؛ لکه ریاضي. که کوچنی روږدی شي، چې دا ډول مطالب بې له پوهېډو یې یوازې حفظ کړي؛ نو په دې حال کې په راوروستو پړاوونو کې به له ټینګو ستونزو سره مخ شي.
[د طوطي په څېر د مطالبو حفظول یو خورا مهم آفت دی، چې په تاسف زموږ روزنېز غونډال پرې اخته دي.]
- که ماشوم مو ښه هوښیار وي؛ نو تل یې دا ځانګړنه ده او نورو ته بیا ځلي مه واست، چې دا چار یې له فعالیته غورځوي او پر ټپه یې دروي او هم د غرور او ځانمنۍ حس پکې راپاروي.
- که کوچنی مو له درسي پلوه لږه وړتیا لري یا له سبق سره یې مینه ډېره لږه وي او ښه سبق نه وايي؛ نو لټ او ناپوه ورته مه واست. دا ډ ول نومونې ناوړه اخلاقي او روزنیزې اغېزې لري او هم قانع کوي یې چې یو لټ او ناپوه دي، کوم ماشوم، چې ځان دغسې بولي؛ نو خپل فعالیت له لاسه ورکوي او پر ناکامۍ او نورو نامطلوبو حالاتو اخته کېږي.
- بیخي داسې کار و نه کړو، چې پر ښوونځي او ښوونکي د زده کړیال ډاډ او د رناوی راټیټ شي.
[له ښوونکي او ښوونځي سره د کوچني د مینې راکمېدل لاملېږي، چې کوچنی له سبقه زړه توری شی.]
که کوم وخت یو ښوونکی له زده کړیالانوسره نامناسب چلي؛نو باید په لومړي پړاو کې له خپله ښوونکي سره موضوع اوڅار شي او د نه هوارېدو په حال کې د ښوونځي مدیر ته مراجعه وشي؛ په هر حال هېر مو نشي، چې کوچني ته ښوونکی د پلار یا دویمې مور په څېر دی او درناوی یې پر کوچني او کورنۍ فرض دی. کله کورنۍ د ښوونکي له وسې هاخوا تمې لري، چې د موروپلار او ښوونکي په اړیکو کې ځینې ستونزې راولاړوي(۲).
- د یادونې وړ ده، چې له نورو سره د اړیکو ټینګول یو هنر او مهارت دی، چې باید هر انسان یې زده کړي او په تېره کوچنیان باید له پیله له دې هنر سره اشنا شي. د اړیکو یو ډول کلامي اړیکه ده. کوچنی باید زده کړي، چې څنګه له نورو سره خبرې وکړي، له کوم لحن او کلیمو ګټنه وکړي، څرنګه د نورو خبرو ته غوږ کېدي او…
ډېر لیدل کېږي، چې د یوې ناوړې خبرې یا نامناسب لحن کارول د انسانانو په اړیکو کې ډول ډول ګډوډۍ رامنځ ته کوي. ځینې د نورو د خبرېدو زغم نلري او د نورو په خبرو کې ورلوېږي، دغسې وګړي له نورو سره په اړیکو نیوو کې بریالي نه دي.
- دا واقعیت هېرولای نشو، چې یو شمېر ښوونکي خپله دنده د معاش او ژوند یوه وزله ګڼي او له ښوونې او روزنې سره مینه نلري. دوی له ناچارۍ دې دندې ته مخه کړې او که په بل ځای کې ښه پیسې ورکول کېږي؛ نو هلته وردرومي؛ نو ځکه دغسې وګړي واقعي ښوونکي نه دي. د ښوونکي ددندې نمانځنه، د واقعي ښوونکیو نمانځنه ده او نباید دوی له هغوی نورو سره یو رنګ وګڼو.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com