تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه د پولو پېژندل په ګناه پېژندنه کې د ګناه د پولو پېژندل خورا مهم دي. د ځينو ښو او بدو اخلاقو ترمنځ ډېره نرۍ پوله ده او ډېرى خلک دا پوله نه پېژني او يو شمېر وګړي د ګناه او ثواب د پولو پر نه پوهېدو ناځانخبره د ثواب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ګناه د پولو پېژندل

په ګناه پېژندنه کې د ګناه د پولو پېژندل خورا مهم دي. د ځينو ښو او بدو اخلاقو ترمنځ ډېره نرۍ پوله ده او ډېرى خلک دا پوله نه پېژني او يو شمېر وګړي د ګناه او ثواب د پولو پر نه پوهېدو ناځانخبره د ثواب او ښه کارونو په نيت ګناهونه کوي او پرعکس ښه کار ته په دې شا کوي،چې ګنې بد دى.که څه هم دا نوى او مشروح ویینه ده؛خو موږ دلته يوازې څو ﻻندې عنوانونو ته اشاره کوو، چې پولې يې يوبل ته نږدې دي :

((ذلت،تواضع))،((پېسمني- تکبر،عزت او وقار))،((ټګي،چل او سياست))،((بخل ،قناعت))،((چوپتيا او د ژبې کابو کول)) ،((بې باکي، مړانه))،((د غريزو ځپل،عفت او ځان ساتنه)) ،((اسراف،سخاوت))،((مساوات،عدالت))،((دنيا ته شا کول، زهد))،((ناغیړي ،توکل ))، ((غوړه مالي،ستاينه))،((بډې، ډالۍ))،((انظلام،استضعاف))،((غيبت،رابرسېرکول))، ((ځېل، استقامت))، (( حرص ،کوښښ))،((عجز، صبر)).

ډېر وګړي دا پولي نه پېژني او تېروځي. د ساري په توګه: قناعت نيک صفت دى؛خو ددې پرځاى بخل کوي. د سخاوت په نامه اسراف کوي. د عزت او وقار ساتنې په نامه کبر کوي . د تواضع په نامه ذلت ته غاړه ږدي. د ژبې د کابو کېدلو په نامه د چوپتيا پرګناه ځان اخته کوي او حق لتاړي. د نيک مومن د ستاينې پرځاى يې غوړه مالي کوي .د خواشينۍ ځاى دادى، چې په ټولنه کې دا شان ګډوډي ډېره لېدل کېږي.دلته يو عنوان په لنډه توګه څېړو:

    زهد او دنيا ته شا کول

د اسلام له نظره “زهد” نيک صفت دى او دنيا ته شا کول هم غوره نه دي.بلخوا د اسلام له نظره دنيا ته شا کول، ښه صفت نه دى او غوره نه دى بلل شوى.حضرت “عثمان بن مظعون” د پېغمبر اکرم له يارانو ځنز و، يوه ورځ يې ښځه پېغمبر اکرم ته راغله او له خپل خاونده يې ګيله وکړه، چې عثمان د ورځې روژه نيسې او ټوله شپه په عبادت تېروي .پېغمبر اکرم په غوسه شو او عثمان ته ولاړ، چې پر لمانځه ولاړ و او ورته يې وويل : ((يا عثمان لم يُرسِلُنى اللّه بِالرُّهبانِيّة و لكن بَعَثنى بالحَنِيفيِّة السَّمحَة، اَصُوم و اُصلّى و اَلمِس اَهلى= خداى زه د “رهبانيت” دين ته نه يم رالېږلى؛بلکې زه يې د يو خداى اسان عبادت ته رالېږلى يم؛روژه نيسم،لمونځ کوم او له ښځې سره هم کوروالى کوم؛ نو د چا چې زما لار خوښه وي؛ هرومرو به پرې روان وي.[1] ))

په تاريخ کې ډېر داسې وګړي لېدل کېږي ،چې دنيا، سياست او مادياتو ته يې شا کړى او د رهبانيت لار يې نيولې او د رېښتينې “اسلامي زهد” مفهوم يې اړولى او پرهغه لار تللي چې پېغمبر اکرم منع کړې وه. پر کومو لارو چې “ابراهيم ادهم” او “بايزيد بسطامي” تللي او دنيا ته يې شا کړې وه؛ نو هغه اسلامي زهد نه و. د اسلامي زهد بېلګه حضرت علي دى.هغه تر ټولو زيات زهد درلوده؛خو په ټولنه او سياست کې يې هم ګډون کاوه او تکړه بزګر هم و. هغه د شپې زاهد او د ورځې زمرى و.هغه دنيا د آخرت وسيله ګڼله او وايي :(( الزّهد كلّه بين كلمتين من القرآن، قال اللّه سبحانه: لِكَيلا تأسَوا على ما فاتَكم و لا تَفرَحوا بِما آتاكُم= ټول زهد په قرآن کې دوه جملې راغلى،چې خداى وايي : څه مو چې له لاسه ورکړل، زړه ورپسې مه خورئ اوڅه چې درکړاى شو،مه پرې خوشحالېږئ او زړه پرې مه تړئ.[2]))

حضرت علي (ک) په دې وينا کې موږ ته پولې راپېژني. پر دنيا زړه تړل د زهد پر خلاف کار دى او((سمه دنياوالي)) له زهد سره هېڅ تضاد نه لري؛نو په دې دواړو کې بايد توپير وکړ. د پولو نه پېژندل ددې لامل کېږي،چې ځينې تش په نامه زاهدان پر امامانو هم نيوکه کوي. “محمدبن منکدر” وايي : په يوه ګرمه ورځ کې له مدينې راووتم ومې ليدل چې امام محمد باقر به پټي کې کار کوي؛ له ځان سره مې وويل : سبحان الله د قريشو يو مشر په دې ګرمۍ کې په دنيا پسې منډې وهي؛ بايد ورشم او نصيحت ورته وکړم.سلام مې پرې واچو.د سلام ځواب يې راکړ. ومې ليدل چې ساه يې ډوبه ډوبه کېږي او په خولو کې ډوب دى. ورته مې وويل : آيا دا سمه ده چې د قريشو يو مشر دې د ورځې په دې ګرمۍ کې په دنيا پسې وي ؟ که په همدې حال کې دې اجل راورسي ؛نو خداى ته به څه ځواب ورکوې ؟ راته يې وويل : (( که پر دې حال مړ شم؛ نو د خداى د عبادت په حال کې به مړ شوى يم ؛ځکه چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابروم او له خدايه د معصيت په حال کې له مړينې وېريږم . )) محمد بن منکدروايي : سم دې وويل: د خداى رحمتونه دې درباندې وي، ما غوښتل چې نصيحت درته وکړم؛ خو تا ما ته نصيحت وکړ .[3]

“ابوبصير” وايي له امام صادق څخه مې واورېدل : ((انّى لاَعمَل فى بعض ضياعى حتّى اَعرَق و انّ لى مَن يَكفيَنى ليَعلَم اللّه عزّوجلّ انّى اطلُبُ الرِّزقَ الحَلال = زه د کر په ځمکو کې پخپله کار کوم چې له بدنه مې خولې ولاړې شي دا،چې ځينې شته چې زما پرځاى کار وکړي (خو دا کار پخپله کوم ) چې خداى پوه شي،چې ترې حلاله روزي غواړم.[4]))

نو زهد او د دنيا سمې چارې يو له بل سر تضاد نه لري او د دنيا او آخرت د سم ژوند لپاره زهد او زيار دواړه په کار دي .

 پر مهم د اهم ترجيح

که څه هم د هرې وړې او غټې ګناه کول روا نه دي؛خو کله داسې چارې پېښېږي چې مصلحت يې د ګناه تر فساده ډېر وي. په داسې ځايونو کې بايد د “عقل” او “شرع” له مخې د ((اهم )) له اصله ((مهم )) ته شا کړاى شي.د ساري په توګه: د دروغو قسم خوړل کبيره ګناه ده؛خو له ظالمه د مسلمان د ژغورنې لپاره داسې قسم خوړل ګناه نه؛بلکې واجب دي.يا دساري په توګه: دروغ ويل حرام دي ؛خو د حديث له مخې په درې څيزونوکې جايز دي.

امام صادق وايي : (( بې له درې ځايونو به په قيامت کې د نورو ټولو دروغو پوښتنه وشي چې دا دي: هغه چې د دين له دښمنانو سره په جګړه کې ورسره چل وکړي.هغه چې د دوو تنو جوړجاړى وکړي ،يو ته يوه خبره وکړي او بل ته بله او موخه يې د دواړو جوړجاړى وي او بل هغه چې له خپلې ښځې (او د کورنۍ له نوروغړيو) سره د څه ژمنه وکړې؛خو د ترسره کولو وسه يې ونه لري.[5]))

امام صادق د “غيبت” د تعريف په هکله وايي: ((الغَيبة أنْ تَقول فى أخِيك ما سَتَره اللّه عليه =غيبت هغه دى چې څوک د يو مسلمان ورور په هکله هغه څه ووايي ،چې خداى پټ کړي وي.[6]))

خداى په قرآن کې د حجرات د سورت په دولسم آيت کې د “غيبت” د ناولتيا په هکله وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ = مؤمنانو! له ډېرو ګومانو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومان ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مۀ كوئ او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مۀ كوئ،ايا تاسې به خوښ کړئ چې د خپل مړه ورور غوښه وخورئ؟! نو بد يې ګڼئ؛(همداراز د مسلمان ورور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ چې هغه توبه قبلوونكى (او) لورين دى

خداى، حضرت موسى ته وحې وکړه : چا چې له غيبته توبه کړي وي ؛نو وروستۍ کس به وي، چې جنت ته به ننوځي او که څوک پرغيبت ټينګار کوي او مړ شي؛ نو لومړى کس به وي چې دوزخ ته به ننوځي .

خو همدا غيبت په ځينو ځايونو کې روا دي . “شيخ مرتضى انصاري” وايي: که د غيبت موخه سمه وي او دا موخه له غيبت پرته لاس ته نشي راتلاى؛ نو په دې صورت کې غيبت کول روا دي او په دې هکله استثنايي ځايونه کومه ځانګړى شمېر نه لري .

هلته چې غيبت روا دى

١- هغه چې پر ښکاره ګناه کوي .٢- د ظالم غيبت کول او د بدۍ رابرسېرول يې؛لکه څرنګه چې قرآن وايي: [ لايحب الله الجهربالئسوه من القول الامن ظلم – د خداى نه خوښېږي،چې څوک دې په خپلوخبرو کې بدۍ يادې کړي؛خو چې تېرى پرې شوى وي.٣- په سلا مشوره کې غيبت .٤- په هغه حالت کې چې موخه له ګناه څخه د غيبت کړاى شوي تن ژغورنه وي. ٥- په هغه ځايونو کې ،چې غيبت د مهم فساد د منځه وړو لامل وي . (٧)

نوځکه ګناهونه په ځينو ځايو کې پر”مهم” د “اهم” د غوره والي د قانون پر بنسټ ځينې استثناًت لري . ددې ځايونو پېژندل لازمي برېښي،چې نيک کار د ګناه او ګناه د نيک کا په نوم تر سره نشي .

  ټولو ارزښتونو ته پاملرنه

په ((ګناه پېژندنه))کې دې ټکي ته پاملرنه اړينه ده، چې کله ناکله د سترو او مهمو ارزښتونو له کبله ځينې ګناهونه له پامه غورځېږي او هېرېږي. پرګناه پوه مسلمان بايد په هرحالت او شرايطو کې دې ټکي ته پام وي،چې پرګناه ککړ نشي. په دې هکله دوه داستانوته پام وکړئ :

دْ احد په جګړه کې د پېغمبراکرم د يو صحابي دوه ځامن شهيدان شول.مور يې ورته راغله او د هغه له بدنه يې خاورې لرې کړى او مخ يې ورته پاک کړ او ورته يې وويل : زويه ! پرتا دې جنت نېکمرغه وي .پېغمبر اکرم ورته وويل : (( څه پوهېږې چې جنت ته تللى .))

حضرت “سعد بن معاذ” د احد په جګړه کې ټپي شو او په مياشتو مياشتو په کور کې پروت و او له همدې ټپه شهيد هم شو. پېغمبر اکرم او نورو مسلمانانو يې په ډېره درناوۍ جنازه وکړه او پېغمبر اکرم وايي :(( پر خداى قسم اويا زرو پرېښتو د سعد په جنازه کې ګډون درلود.)) تر اوسه پورې ځمکې ته دومره پرېښتې نه وې راکوزې شوې. د هغه مړى يې چې په قبر کې کېښود مور يې قبر ته رانږدې شوه او و يې ويل : پر تا دې جنت نيکمرغه وي. پېغمبراکرم د سعد مور ته وويل : چوپ شه! له خدايه څه توقع لرې؟قبر سعد ته ډېر سخت فشار ورکړ. حاضرينو وويل: په دې،چې د سعد جنازه ډېره په درناوۍ وشوه؛نو ولې د قبر فشار په عذاب کړ.پېغمبر اکرم وويل : ((هو! ځکه چې له خپلې کورنۍ سره يې ناوړه چلن کاوه.[7]))

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

 

 

 

 

[1] وسائل الشيعه، 14 /‏74

[2] نهج البلاغه، 439 ام حکمت

[3] فروع كافى، ‏5 /‏73.

[4] وسائل ‏12 /‏23.

[5] كافى ‏2 /‏342 (باب الكذب حديث 18).

[6] كافى، ‏2 ټ(باب الغيبه حديث 7).

[7] بحار، پخوانی چاپ ج‏6 /‏696. قاموس الرجال، ‏4 /‏341.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!