تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه سياسې لارې چارې سياسې لارې چارې هم د سترو ګناهونو لامل ګرځي او دا ګناه په چارواکيو او مامورينو پورې اړه لري . د بقرې سورت په ٢٠٥او٢٠٦آيتونوکې راغلي: وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ. وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ګناه سياسې لارې چارې

سياسې لارې چارې هم د سترو ګناهونو لامل ګرځي او دا ګناه په چارواکيو او مامورينو پورې اړه لري .

د بقرې سورت په ٢٠٥او٢٠٦آيتونوکې راغلي:

وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ. وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ = (چې نښه يې داده) چې پسې شا شو، پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي ،كښتونه او څاروي له منځه وړي او خداى فساد نۀ خوښوي. او چې ورته وويل شي:(( له خدايه ووېرېږه !)) ( ننګ يې) ګناه ته پاروي ؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى چې خورا ناوړه هستوګنځى دى.

 دا آيتونه بيانوي:که غېر مومن تر ځاني غوښتنو لاندې راغى او واکمن شو؛نو ټولنه به پرتباهۍ او فساد اخته کړي ،کرنې او نـسلونه به هم له منځه يوسي . د نمل سورت په ٣٤ آيت کې راغلي:

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ = ملكې وويل: باچايان چې كله (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي، (هو) كار يې همدا وي.

دا خبره که څه هم د بلقيس له خولې ويل شوې ؛خو يو څيزبيانوي ، چې تجربې هم ثابته کړې او ټول پرې يوه خوله دي ،چې د زورورو او مستبدو واکمني د تباهۍ لامل دى .

يوسف عليه السلام له سترو پېغمبرانو ځنې و.په ژوند کې يې ډېرې تودې سړې وليدې، وروڼو يې ورسره جفا وکړه؛ په څاه کې يې واچو،د مصر د واکمن ماڼۍ ته ننوت، بندي شو،د مالي چارو پازوال شو او د عمر په وروستيو کې د مصر واکمن هم شو؛خو تل يې يوه دعا کوله او کله هم د واکمنۍ پرمهال بنديوان يې نشو او ټول پام يې خداى ته و او دعا يې دا وه:

رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ [1]= پالونكيه ! د واكمنۍ يوه (ستره) برخه دې راكړه او د خوبونو پرتعبيرولو دې پوه كړم .د اسمانو ا و ځمكې هستوونكيه !يواځې تۀ په دنيا او اخرت كې زما پالندوى يې، ما مسلمان مړكړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړه !))

واکمني ډېر خطرناک څيز دى،چې کولاى شي حضرت يوسف هم وښيوي؛نو تل يې دعا کوله چې د خداى په لار کې ټينګ پاتې شي .

د قصص سورت په  ٨٣ آيت کې راغلي:

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ = [ (هو) دا د اخرت كور (يواځې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نۀ غواړي او ښه پاى يواځې د (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ده.]

له دې آيته جوتېږي چې ځانمني د واکمنۍ يوه څانګه ده،څوک چې رياست موخه ګڼي؛ نو د آخرت له ګټو به بې برخې وي .

رياست په دوه ډوله دى:ممدوح او ستايل شوى رياست او مذموم او رټل شوى رياست.

ممدوح رياست هغه دى،چې د حق د لاس ته راوړنې او د باطل له منځه وړو لپاره وسيله وي او مذموم رياست هغه دى،چې رياست يې موخه وي او د انحرافاتو او ځاني غوښتونو د پوره کېدولو لپاره وسيله وي . له رياست او مقام سره مينه او يا دا چې مقام يې موخه وي ؛نو دا ډول رياست په روايتونو کې غندل شوى دى .

پيغمبراکرم وايي:(( لكل شيى آفة تفسده و آفة هذا الدين ولاة السوء [2]= د هر څيز لپاره آفت وي،چې تباه کوي يې او د دين آفت نالايقه او ناوړه مشران دي. ))

حضرت علي(ک)، اشعت بن قيس د “آذربايجان” والي مقرر کړ او ورته يې وويل : ((و ان عملك ليس لك بطعمة و لكنه فى عنقك امانة [3]= واکمني درته د ډوډۍ وسيله نه؛بلکې امانت دى.)) (١٨٥)

د حضرت علي (ک) په مخ کې د مقام غوښتونکي په هکله خبره وشوه ،هغه وويل :(( ما ذئبان ضاريان فى غنم قد تفرق رعاؤها بأضرّ فى دين المسلم من طلب الرياسة [4]= که يوې رمې ته دوه لېوان په مخه کې ودرېږي او د رمې شپون هم وتښتي؛نو زيان به يې د مسلمانانو په دين کې تر رياست او مقام غوښتونکى ډېر نه وي.))

بهلول حقپال فقيه او مبارز

وهب بن عمرو د زمانې له سترو علماوو او پر ليوني بهلول مشهورو.وايي چې هارون الرشيد(د عباسيانو پينځم خليفه) غوښتل، چې د بغداد لپاره قاضى القضات وټاکي . له خپلو نږدې يارانو سره يې سلا مشوره وکړه؛ ټولو ورته وويل: يوازې بهلول ددې کار وړ دى.خليفه راوغوښت او ورته يې وويل: هوښيار فقيه ! له موږ سره په نیاوتون- قضاوت کې مرسته وکړه. بهلول وويل :زه ددې کار صلاحيت نه لرم . هارون : د بغداد خلک دې وړ بولي. بهلول : هېښنده ده ! زه تر نورو ځان ښه پېژنم، زه يا دروغ وايم يا رښتيا؛که رښتيا وايم؛نو صلاحيت نه لرم او که دروغ وايم ؛ نو دروغجن قاضي کېداى نشي. ورته وويل شو: نه دې پرېږدو ؛څو دا مقام و نه منې. بهلول: يو شپه را ته مهلت راکړئ. شپه يې تېره کړه او په بله شپه يې يو لرګى راوخېست او د ليونو په شان په کوڅو او بازار کې را روان شو. پګړۍ او جامې يې ګډې وډې وې او چغې يې وهلې : لرې شئ ، چې زما اس مو چيت نه کړي.خلکو وويل : بهلول ليونى شوى. هارون وويل: ليونى شوى نه دى؛خو له همدې لارې د خپل دين له کبله له موږ وتښتيد. بهلول د عمر تر پايه په همدې حال کې پاتې شو، چې واکمن يې په حکومتي چارو کې و نه ګوماري؛ځکه پوهېده چې دا رياست جنايتونو او ګناهونو ته لار هواروي؛نو له رياسته يې د بچ کېدو لپاره ځان پر ليونتوب واچو.

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

 

 

 

 


 

[1] یوسف/۱۰۱

[2] نهج الفصاحه، ص‏478.

[3] نهج البلاغه / ۵ لیک

[4] سفينة البحار، ‏1 /‏492.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!