بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رزق، حرص او نفقه حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي : فَاسْعَ فِي كَدْحِكَ وَ لَا تَكُنْ خَازِناً لِغَيْرِكَ «د خپل معيشت په لاس ته راوړو کې هڅه کوه او د نورو خزانه دار مه اوسه.» قناعت او له خپل رزق څخه ډېر نه غوښتل او تمه نه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
رزق، حرص او نفقه
حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي :
فَاسْعَ فِي كَدْحِكَ وَ لَا تَكُنْ خَازِناً لِغَيْرِكَ
«د خپل معيشت په لاس ته راوړو کې هڅه کوه او د نورو خزانه دار مه اوسه.»
قناعت او له خپل رزق څخه ډېر نه غوښتل او تمه نه کول يوه سرباندې (فوق العاده) مهمه مساله ده او په دې اړه حضرت علي (ک) وايي:
إِنَّ أَعْظَمَ الْحَسَرَاتِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَسْرَةُ رَجُلٍ كَسَبَ مَالاً فِي غَيْرِ طَاعَةِ اللهِ، فَوَرَّثَهُ رَجُلٌ فَأَنْفَقَهُ فِي طَاعَةِ اللهِ سُبْحَانَهُ، فَدَخَلَ بِهِ الْجَنَّةَ، وَدَخَلَ الْأَوَّلُ بِهِ النَّارَ
د قيامت پر ورځ د هغه خپګان خورا ستر دى چې په ګناه يې مال ترلاسه کړى وي؛ خو داسې چاته په میراث پاتې وي، چې د خداى تعالى د سر ايښوونې په لار کې يې کارولی او جنت ته پرې ولاړ شي؛ خو دی پخپله جهنم ته (نهج البلاغه: ۴۲۹ ګڼه کلمات)
د حضرت علي په قصار کلماتو کې دي چې خپل زوی امام حسن ته وايي:
وَ قَالَ لِابْنِهِ الْحَسَنِ : لَا تُخَلِّفَنَّ وَرَاءَكَ شَيْئاً مِنَ الدُّنْيَا فَإِنَّكَ تَخَلِّفُهُ لِأَحَدِ رَجُلَيْنِ إِمَّا رَجُلٌ عَمِلَ فِيهِ بِطَاعَةِ اللَّهِ فَسَعِدَ بِمَا شَقِيتَ بِهِ وَ إِمَّا رَجُلٌ عَمِلَ فِيهِ بِمَعْصِيَةِ اللَّهِ فَشَقِيَ بِمَا جَمَعْتَ لَهُ فَكُنْتَ عَوْناً لَهُ عَلَى مَعْصِيَتِهِ وَ لَيْسَ أَحَدُ هَذَيْنِ حَقِيقاً أَنْ تُؤْثِرَهُ عَلَى نَفْسِكَ . (نهج البلاغه: ۴۱۶ ګڼه کلمات)
زويکه! تر ځان روسته څه ځان ته مه پرېږده، ځکه دا به له دوو تنو يوه تن ته پرېږدې: يا به مال د خدای په طاعت کې لګوي؛ نو نېکمرغېږي حال دا چې ته پرې بدمرغه شوی يې او يا داسې څوک چې په ميراث به دې له خدایه سرغړونه کوي او بدمرغېږي؛ نو ته هم په دې سرغاړۍ کې ورسره برخمن يې او نه ښايي چې يو هم پر ځان ړومبی وبولې او خپله شتمني ورکړې.[1]
نبايد د رزق په ترلاسه کولو کې حريص اوسو او بايد نفقه ورکوونکي هم اوسو
هو، انسان بايد د خپلو اولادونو د ګاندې (راتلونکې) په سوچ کې وي او تر شونې بريده اجازه ورنکړي چې اولاده يې په لاستنګۍ کې پاتې شي؛ خو دا مسئله له دې سره توپیر لري چې انسان خزانه دار او نورو ته د شتمنۍ راټولوونکی وي او خپله نېکمرغي په دې لار کې ځار کړي.
په بله وينا څومره ښه ده چې انسان په دې دنیا کې تر خپل مرګ وړاندې څه چې غواړي خپلې اولادې او بخره وړو (مستحقینو) ته ورکړي او هر یوه ته خپله برخه ورکړي او تر مرګ ورسته څه پر ځای پرېنږدي. ورکړه او له زړه څخه د مال مينه ايستل يوه خبره ده او راټولول، مړينه او تر مرګ روسته له ناچارۍ مال نورو ته په ميراث ور پرېښودل بله خبره ده.
دا چې علي (ک) وايي د نورو خزانه دار مه اوسه، مانا يې هم دا ده او په هيڅ ډول له زيار او مال راوستو سره ټکر نلري. خپله حضرت علي (ک) په کومه موده کې چې د خلافت بوختياوې او مسووليت ور تر غاړې نه و، خپل وخت يې د ځمکې په ابادولو، د چينو په ايستو او د خرماوو په کرلو تېراوه. همدغسې په رواياتو کې راغلي چې چا وصيت کړی و، پېغمبر (ص) يې مالونه چې د خرما ستره ډېرۍ وه، تر مرګ روسته نفقه کړي. پېغمبر (ص) يې پر فقيرانو مالونه ووېشل او بيا يې يوې دانې کجورې ته اشاره وکړه او ويې ويل که په خپل ژوند يې دا يوه دانه کجوره نفقه کړې وای، تر دې غوره و چې تر مرګ روسته يې بل ټول مال نفقه کړي.
همدې مضمون ته ورته له حضرت پېغمبر (ص) نور روايات هم راغلي لکه:
درهم الرّجل ینفق فی صحّته خیر من عتق رقبه عند موته : کوم درهم چې انسان په روغتيا کې د خدای په لار کې لګوي، تر هغه مريي غوره دی چې د مرګ پر مهال يې آزادوي. (نهج الفصاحة، ۱۵۶۰ ګڼه حديث)
لأَنْ يَتَصَدَّقَ الْمَرْءُ فِي حَيَاتِهِ وَصِحَّتِهِ بِدِرْهَمٍ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِمِائَةِ دِرْهَمٍ عِنْدَ مَوْتِهِ: دا چې انسان پر ژوندونې يو درهم خيرات کړي په مګر کې تر سلو درهمو خيراتولو غوره دی. (نهج الفصاحة، ۲۲۱۰ ګڼه حديث)
چې انسان ومري، په خپل مال کې تصرف نلري او د مال اختيار او واک يې له نورو سره وي.
او هغه انسان بدمرغه دی چې مالونه يې هغو کسانو ته په لاس ورشي چې د خپلې بدمرغۍ وزله يې کړي. نېکمرغه انسان هغه دی چې ژوند پر قناعت او بسياينه تېروي او څه چې يو پتمن او نېکمرغه ژوند ته لازم وي، تر دې هخوا نه غواړي؛ ځکه دا د رزق پر مانا ښه پوهېږي او په همدې دليل د نورو خزانه دار کېږي نه او که تر کفايت ډېر مال ور تر ګوتو شو، په خپلو لاسونو يې نفقه کوي چې نور ترې برخمن شي. دا هم د ځانسازۍ له اړخ او هم د اُخروي ثواب له اړخ ډېر سم چار دی. د نفقې، زکات او خمس ورکولو فضيلت په دې کې دی چې څوک له ځانه بل ته يو څه ورکړي. که نور يې تر مرګ روسته مالونه نفقه کړي، خپله دا کس څه ګټه ترې نشي وړای؛ ځکه د «ځان» جوړونې وخت يې تېر شوی او د نورو د نفقې ورکولو ګټه د نورو ده.
اصلاً «ثواب» هغه څه نه دی چې روسته يې ولېږي. ثواب هغه دی چې انسان يې له ځان سره وړي او بلکې ثواب پخپله انسان دی. بله زېرمه په بل ځای کې نشته. هره زېرمه چې شته بايد د انسان په همدې وجود کې راټوله شي، بله زېرمه نشته. که چا له خپلې شتمنۍ ايثار وکړای شو، د رزق او شکر پر مانا پوهېدلی او له خپل رزق يې ګټه پورته کړې ده؛ خو څوک چې شتمني ډېروي او د نفقې ورکولو مېړانه نه لري، نبايد په دې يې زړه خوښ کړی وي چې د نورو ګانده (راتلونکی) يې تامين او خوندې کړې ده. علي (ک) د دې ډول کنجوسو او تمه کارو وګړيو په اړه وايي:
عَجِبْتُ لِلْبَخِيلِ يَسْتَعْجِلُ الْفَقْرَ الَّذِي مِنْهُ هَرَبَ، وَيَفُوتُهُ الْغِنَى الَّذِى إِيَّاهُ طَلَبَ، فَيَعِيشُ فِي الدُّنْيَا عَيْشَ الْفُقَرَاءِ، وَيُحَاسَبُ فِي الْآخِرَةِ حِسَابَ الْأَغْنِيَاءِ : له کنجوس څخه هک اریان يم، هغه فقر ته ورځغلي چې ترې تښېدونکی دی او هغه شتمني له لاسه ورکوي چې يې غواړي، په دنيا کې د فقيرانو په څېر ژوند کوي او په هغې دنيا کې د شتمنو حسابي ورکوي.»
تردې اوچته بدمرغي نشته چې وګړی له خپلې زېرمې بې برخې شي او نور ترې ګټنه وکړي، خو د حساب پر وخت، خپل حساب ورکړي؛ نو حق دا دی چې وګړی په نړۍ کې سرښندونی او ايثارګر وي او ان ميراث د دې پر ځای چې نور يې ووېشي، په خپل لاس يې ووېشي. دا پخپله يو ډول انفاق دی او ډېر ظرفيت او روحي بلوغ غواړي.
[1] – د دې کلماتو په غځېدا کې په ډېر لږ توپیر يو بل ورته روايت هم شته چې لاندې جمله رانغاړي: لَيْسَ أَحَدُ هَذَيْنِ أَهْلًا أَنْ تُؤْثِرَهُ عَلَى نَفْسِكَ وَ لَا أَنْ تَحْمِلَ لَهُ عَلَى ظَهْرِكَ فَارْجُ لِمَنْ مَضَى رَحْمَةَ اللَّهِ وَ لِمَنْ بَقِيَ رِزْقَ اللَّهِ: « په دې دوو کې يو هم د دې وړ نه دى چې پر ځان يې ړومبى وبولې او پېټى يې پر اوږو کړې؛ نو تېرو ته د الهي رحمت او پاتې شويو ته د خداى د روزۍ هيلمن اوسه.»
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- اصلاً «ثواب» هغه څه نه دی چې روسته يې ولېږي. ثواب هغه دی چې انسان يې له ځان سره وړي او بلکې ثواب پخپله انسان دی. بله زېرمه په بل ځای کې نشته. هره زېرمه چې شته بايد د انسان په همدې وجود کې راټوله شي
- اندیال
- اندیال سایت
- اندیال ویبپاڼه
- بله زېرمه نشته. که چا له خپلې شتمنۍ ايثار وکړای شو
- په بله وينا څومره ښه ده چې انسان په دې دنیا کې تر خپل مرګ وړاندې
- په خپلو لاسونو يې نفقه کوي چې نور ترې برخمن شي. دا هم د ځانسازۍ له اړخ او هم د اُخروي ثواب له اړخ ډېر سم چار دی. د نفقې
- تر دې هخوا نه غواړي؛ ځکه دا د رزق پر مانا ښه پوهېږي او په همدې دليل د نورو خزانه دار کېږي نه او که تر کفايت ډېر مال ور تر ګوتو شو
- حرص او نفقه
- حریص انسان
- حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي؛ د خپل معيشت په لاس ته راوړو کې هڅه کوه او د نورو خزانه دار مه اوسه
- خپله دا کس څه ګټه ترې نشي وړای؛ ځکه د «ځان» جوړونې وخت يې تېر شوی او د نورو د نفقې ورکولو ګټه د نورو ده.
- څه چې غواړي خپلې اولادې او بخره وړو (مستحقینو) ته ورکړي او هر یوه ته خپله برخه ورکړي او تر مرګ ورسته څه پر ځای پرېنږدي. ورکړه او له زړه څخه د مال مينه ايستل يوه خبره ده او راټولول
- د حضرت علي فضایل
- د حضرت علي وصیت
- د رزق او شکر پر مانا پوهېدلی او له خپل رزق يې ګټه پورته کړې ده؛ خو څوک چې شتمني ډېروي او د نفقې ورکولو مېړانه نه لري
- رزق
- رزق ؛ حرص او نفقه ورکول
- رزق او روزي
- زکات او خمس ورکولو فضيلت په دې کې دی چې څوک له ځانه بل ته يو څه ورکړي. که نور يې تر مرګ روسته مالونه نفقه کړي
- مړينه او تر مرګ روسته له ناچارۍ مال نورو ته په ميراث ور پرېښودل بله خبره ده.
- نبايد په دې يې زړه خوښ کړی وي چې د نورو ګانده (راتلونکی) يې تامين او خوندې کړې ده
- نففه ورکول
- و هغه انسان بدمرغه دی چې مالونه يې هغو کسانو ته په لاس ورشي چې د خپلې بدمرغۍ وزله يې کړي. نېکمرغه انسان هغه دی چې ژوند پر قناعت او بسياينه تېروي او څه چې يو پتمن او نېکمرغه ژوند ته لازم وي
- ې انسان ومري په خپل مال کې تصرف نلري او د مال اختيار او واک يې له نورو سره وي