بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ﴿۱﴾ پر انځر او ښونه قسم!(۱) وَطُورِ سِينِينَ ﴿۲﴾ او پر برکتي غره[= طور سينا] قسم! (۲) وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ ﴿۳﴾ او (د مکې) پردې ښار قسم! (۳) لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿۴﴾ [چې] په يقين […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ﴿۱﴾ | پر انځر او ښونه قسم!(۱)
|
|
وَطُورِ سِينِينَ ﴿۲﴾ | او پر برکتي غره[= طور سينا] قسم! (۲)
|
|
وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ ﴿۳﴾ | او (د مکې) پردې ښار قسم! (۳)
|
|
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿۴﴾ | [چې] په يقين موږ انسان په خورا ښکلې بڼه پيدا كړى دى، (۴)
|
|
ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿۵﴾ | بيا موږ تر ټولو پرېوتي پړاو ته ورګرځولى، (۵)
|
|
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۶﴾ | خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې [چارې] يې كړي؛ نو ورته ناپايه اجر دى؛ (۶)
|
|
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ ﴿۷﴾ | نو (تر دې څرګندو دلايلو) روسته څه لاملېږي، ته د سزا ورځ (قیامت) دروغ وګڼې؟! (۷)
|
|
أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ﴿۸﴾ | ايا الله غوره پرېکړه کوونکی نه دى (۸) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.