بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ پر هغو بادونو قسم،چې (ورېځې او دوړې ) الوزوي! (۱) فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم! (۲) فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ او پر بېړيو قسم،چې په اسانۍ روانې دي! (۳) فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾ او (پر […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ | پر هغو بادونو قسم،چې (ورېځې او دوړې ) الوزوي! (۱) | |
فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ | او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم! (۲) | |
فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ | او پر بېړيو قسم،چې په اسانۍ روانې دي! (۳) | |
فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾ | او (پر پرښتو قسم،چې) كار (ونه) اېشي! (۴) | |
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ ﴿۵﴾ | (هو! پر دې ټولو قسم) بېشكه کومه ژمنه،چې درسره كېږي،رښتيا ده؛ (۵) | |
وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ ﴿۶﴾ | او بېشكه (چې قيامت او) د کړنو سزا هرومرو پېښېدونې ده . (۶) | |
وَالسَّمَاء ذَاتِ الْحُبُكِ ﴿۷﴾ | او په ستوريو پسولل شوي او له لارو پر ډک اسمان قسم . (۷) | |
إِنَّكُمْ لَفِي قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ﴿۸﴾ | بېشكه تاسې (د قيامت په باب) ګډې وډې خبرې كوئ ! (۸) | |
يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ﴿۹﴾ | (يوازې)هغه ترې (له ايمانه) مخ اړوي، چې (د حق له منلو) سرغړونه کوي. . (۹) | |
قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ ﴿۱۰﴾ | مړه دې وي (دروغجن) اټكلوونكي! (۱۰) | |
الَّذِينَ هُمْ فِي غَمْرَةٍ سَاهُونَ ﴿۱۱﴾ | هماغوى چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ په زخمه كې ډوب پراته دي . (۱۱) | |
يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۲﴾ | پوښتي : ((د جزا ورځ به كله وي؟!)) (۱۲) | |
يَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ يُفْتَنُونَ ﴿۱۳﴾ | (هو!) هماغه ورځ ده،چې دوی پر اور سوځي! (۱۳) | |
ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۱۴﴾ | (او ورته ويل كېږي : ) خپل عذاب وڅكئ ! دا هماغه څه دي، چې تاسې په بيړه غوښته! (۱۴) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۵﴾ | په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او چينو کې وي . (۱۵) | |
آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ﴿۱۶﴾ | او د دوی پالونكى، چې څه وركوي، (په خوښۍ يې) اخستونكي دي (؛ ځكه) تردې مخكې (په دنيا كې) له نېكانو ځنې ول. (۱۶) | |
كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ | تل د شپې لږ ويدېدل؛ (۱۷) | |
وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۱۸﴾ | او په سهارونو کې يې (له الله ) بښنه غوښته؛ (۱۸) | |
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۱۹﴾ | او د دوی په مالونو كې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه . (۱۹) | |
وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ ﴿۲۰﴾ | او په ځمكه كې باور كوونكيو ته نښې دي . (۲۰) | |
وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۲۱﴾ | او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟! (۲۱) | |
وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿۲۲﴾ | او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي . (۲۲) | |
فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ ﴿۲۳﴾ | نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم، بېشكه دا (مطالب) داسې حق (او واقعيت) دى؛ لكه چې تاسې غږېږئ! (۲۳) | |
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۴﴾ | ايا د ابراهيم د عزتمنو مېلمنو قيصه در رسېدلې ده؟! (۲۴) | |
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ ﴿۲۵﴾ | چې له ابراهيم كره ورننووتل؛ نو و يې ويل: ((سلام!))، (ابراهيم) وويل: (( پر تاسې سلام، نا اشنا غوندې خلك (ياست) )) (۲۵) | |
فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ ﴿۲۶﴾ | نو (ابراهيم) غلى غوندې خپلې كور ته ولاړ او یو مزی (وريت شوی) خوسې يې راووړ، (۲۶) | |
فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿۲۷﴾ | نو مېلمنو ته یې وروړاندې كړ (؛ خو په هېښتیا يې ولېدل، چې مېلمانه خوړو ته لاس نه وراوږدوي)، ورته يې وويل: (( ولې يې نه خورئ؟!)) (۲۷) | |
فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ﴿۲۸﴾ | نو (ابراهيم په زړه كې) ترې ووېرېد، (پرښتو) وويل: ((مه وېرېږه!)) (موږ ستا د پالونكي استازي او پرښتې يو)! او د يوه پوه زوى (د زوكړې) زېرى یې وركړ (۲۸) | |
فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِي صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ ﴿۲۹﴾ | نو په دې وخت كې يې) مېرمن (له خوشحالۍ او هېښتیا) په چغو سره راوړاندې شوه او خپل مخ ته يي ټس ورکړ، ويې ويل: (( (څنګه به مې زوى وشي، ) زه خو شنډه بوډۍ يم؟!)) (۲۹) | |
قَالُوا كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكِ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۳۰﴾ | (پرښتو) وويل : (( ستا پالونكي دغسې ويلي (؛ ځكه) چې هغه پوه حکيم دى. )) (۳۰) | |
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۱﴾ | (ابراهيم) وويل : (( د (الله) استازيو! د (بل) څه کار لپاره راغلي ياست)؟ )) (۳۱) | |
قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾ | (پرښتو) وويل : (( په حقيقت كې موږ د يوه ګناهګار قوم خوا ته رالېږل شوي يو، (۳۲) | |
لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍ ﴿۳۳﴾ | چې خټین کاڼي [کانكر] پرې و اوروو؛ (۳۳) | |
مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ﴿۳۴﴾ | هغه چې ستا د پالونكي له لوري پوله ماتیو ته په نښه شوي دي!)) (۳۴) | |
فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳۵﴾ | نو (د عذاب تر راكېوتو مخكې) مو له کلي ټول مؤمنان راوايستل . (۳۵) | |
فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۶﴾ | خو هلته مو بې له يوه كوره (چې د لوط کور و) نور مسلمانان و نه موندل. (۳۶) | |
وَتَرَكْنَا فِيهَا آيَةً لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۳۷﴾ | او موږ په دغو (بلاځپليو ښارونو) كې له دردناك عذابه وېرېدونكيو ته يوه څرګنده نښه پرېښووله. (۳۷) | |
وَفِي مُوسَى إِذْ أَرْسَلْنَاهُ إِلَى فِرْعَوْنَ بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۳۸﴾ | او د موسى په (ژوند كې هم د عبرت اخستو نښه شته) چې په څرګندو دلايلو مو فرعون ته ورولېږه؛ (۳۸) | |
فَتَوَلَّى بِرُكْنِهِ وَقَالَ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۳۹﴾ | خو (فرعون) د خپل (دولت) له غړيو سره مخ واړاوه، و يې ويل: (( (دا) كوډګر يا لېونى دى!)) (۳۹) |
|
فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۴۰﴾ | نو (ځكه) موږ فرعون او لښكر يې راونيول او په سيند كې مو وغورځول، چې د پړې وړ وو. (۴۰) |
|
وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ ﴿۴۱﴾ | او (همداراز) تاسې ته د”عاد”په داستان كې هم (يو عبرت دى)، چې موږ شنډه سپيره سیلۍ پرې وروالوځوله (۴۱) | |
مَا تَذَرُ مِن شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ ﴿۴۲﴾ | چې پر هر څيز ورتېرېده؛ لكه وروست (هډوكى) به يې كړ. (۴۲) | |
وَفِي ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّى حِينٍ ﴿۴۳﴾ | او (همداراز) د (ثمود) په قيصه كې يو پند دى، چې ورته وويل شو: (( (له دنيا تر ټاكلې) مودې ګټه واخلئ. (او بيا عذاب ته څارو وسئ)! )) (۴۳) | |
فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿۴۴﴾ | نو د خپل پالونكي له امره يې سرغړونه وکړه او تندر پرې راولوېد او (خړ خړ) یې وركتل (او ځانونه يې بچولاى نشول). (۴۴) | |
فَمَا اسْتَطَاعُوا مِن قِيَامٍ وَمَا كَانُوا مُنتَصِرِينَ ﴿۴۵﴾ | نو (داسې پر ځمكه راولوېدل) چې نه يې د پاڅېدو وسه وه او نه يې له چا مرسته غوښتاى شوه. (۴۵) | |
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۴۶﴾ | او (همداراز) موږ مخكې ترې د نوح قوم (هلاك كړ؛ ځكه) چې دوى پوله ماتي خلك وو. . (۴۶) | |
وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿۴۷﴾ | او اسمان مو په (خپل) ځواک جوړ كړى او تل يې پراخوو. (۴۷) | |
وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ﴿۴۸﴾ | او ځمكه مو غوړولې ده؛نو موږ ښه غوړوونكي يو! (۴۸) | |
وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۴۹﴾ | او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ. (۴۹) | |
فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۵۰﴾ | نو د الله لوري ته ورودرومئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري درته څرګند ننګوونکى يم. (۵۰) | |
وَلَا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۵۱﴾ | او له الله سره بل معبود مه نيسئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري درته څرګند ننګوونکى يم. . (۵۱) |
|
كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۵۲﴾ | دغسې تر دوی مخکېنيو ته چې هر استازى ورغلى (؛ نو) ورته يې ويلي: (( (دا) کوډګر يا لېونى دى ! )) (۵۲) | |
أَتَوَاصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۵۳﴾ | ايا دوی يو بل ته د همدې (خبرې) سپارښتنه كړې (چې ټول دغسې تور خوله په خوله کړي)؟ (نه)؛ بلكې دوى سرغړاندي دي. (۵۳) | |
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَا أَنتَ بِمَلُومٍ ﴿۵۴﴾ | (اوس چې داسې ده) مخ ترې واړوه، چې ته هېڅ پړ نه يې؛ (۵۴) | |
وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۵﴾ | او نصيحت كوه؛ځكه نصيحت مؤمنانو ته ګټور دى . (۵۵) | |
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ | او پېريان او انسانان مې يوازې د خپلې لمانځنې لپاره پيدا کړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي) . (۵۶) | |
مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ ﴿۵۷﴾ | څه روزي ترې نه غواړم او نه دا غواړم، چې خواړه راكړي. (۵۷) | |
إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ﴿۵۸﴾ | (ځكه) چې يوازې الله ښه روزي وركوونكى (او) د پياوړي ځواک څښتن دى. . (۵۸) | |
فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِّثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ﴿۵۹﴾ | نو په حقيقت كې د ظالمانو (د عذاب) برخه د دوی د يارانو د برخې په شان ده؛ نو (ووايه:) په بیړه دې یې راڅخه نه غواړي. (۵۹) | |
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِن يَوْمِهِمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۶۰﴾ | نو پر کافرانو دې د خپلې هغې ورځې له عذابه افسوس وي، چې ژمنه یې ورکول کېږي! (۶۰) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.