تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورین الله په نامه   عَمَّ يَتَسَاءلُونَ ﴿۱﴾   د څه په باب يو بل پوښتي؟! (۱)   عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ ﴿۲﴾   د(قيامت) د ډېر لوى خبر (په باب)! (۲)   الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ ﴿۳﴾   هماغه خبر،چې دوی پکې اختلاف لري . (۳) […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورین الله په نامه

 

عَمَّ يَتَسَاءلُونَ ﴿۱﴾   د څه په باب يو بل پوښتي؟! (۱)

 

عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ ﴿۲﴾   د(قيامت) د ډېر لوى خبر (په باب)! (۲)

 

الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ ﴿۳﴾   هماغه خبر،چې دوی پکې اختلاف لري . (۳)

 

كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۴﴾   هېڅكله داسې نه ده (چې دوى فكر كوي)،ژر به پوه شي. (۴)

 

ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۵﴾   بيا هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې ګڼي)،ژر به پوه شي (چې قيامت حق دى). (۵)

 

أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا ﴿۶﴾   ايا ځمكه مو (ستاسې) هوساېنځى ګرځولى نه دى ؟! (۶)

 

وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا ﴿۷﴾   او غرونه مو ميخونه ؟! (۷)

 

وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا ﴿۸﴾   او تاسې مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست . (۸)

 

وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ﴿۹﴾   او ستاسې خوب مو د آرام [لامل] ګرځولى دى، (۹)

 

وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا ﴿۱۰﴾   او شپه مو جامه (درته) ګرځولې ده، (۱۰)

 

وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ﴿۱۱﴾   او ورځ مو(ستاسې) د هڅو، ژوند او ژواک وخت ګرځولې ده،(۱۱)

 

وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ﴿۱۲﴾   او ستاسې له پاسه مو اوه ټينګ (اسمانونه) درولي دي . (۱۲)

 

وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا ﴿۱۳﴾   او [لمر] مو روڼ او تود چراغ ګرځولی دی، (۱۳)

 

وَأَنزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاء ثَجَّاجًا ﴿۱۴﴾   او له (باراني) ورېځو مو ډېرې اوبه راښكته كړي دي،   (۱۴)

 

لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا ﴿۱۵﴾   چې په اوبو غلې دانې او بوټي را زرغون كړو، (۱۵)

 

وَجَنَّاتٍ أَلْفَافًا ﴿۱۶﴾   او ګڼ باغونه . (۱۶)

 

إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِيقَاتًا ﴿۱۷﴾   په حقيقت كې [له تاسې سره مې] د ژمنې وخت د بېلتون ورځ ده . (۱۷)

 

يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا ﴿۱۸﴾   پر هغه ورځ،چې [د قيامت] په ((شپېلۍ)) كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ .(۱۸)

 

وَفُتِحَتِ السَّمَاء فَكَانَتْ أَبْوَابًا ﴿۱۹﴾   او اسمان به پرانستل شي او ور  ور به شي .(۱۹)

 

وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ﴿۲۰﴾   او غرونه به روان شي او [د] ځلوب [په څېر] به شي . (۲۰)

 

إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ﴿۲۱﴾   په حقيقت كې (پر هغه ورځ) جهنم يو ستر څارنځى دى . (۲۱)

 

لِلْطَّاغِينَ مَآبًا ﴿۲۲﴾   (چې) د سرغړوونكيو د ورتلو ځاى (او هستوګنځى) دى . (۲۲)

 

لَابِثِينَ فِيهَا أَحْقَابًا ﴿۲۳﴾   چې تر مودو پکې تمېږي .(۲۳)

 

لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا ﴿۲۴﴾   نه به پکې څه سوړوالی وڅکي او نه څه څښاک،(۲۴)

 

إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا ﴿۲۵﴾   خو بې له خوټېدلو اوبو او زوو،(۲۵)

 

جَزَاء وِفَاقًا ﴿۲۶﴾   دا د دوی له كړنو سره برابره سزا ده؛ (۲۶)

 

إِنَّهُمْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ حِسَابًا ﴿۲۷﴾   [ځكه] چې دوى هېڅكله څه حساب و کتاب ته هيلمن نه وو، (۲۷)

 

وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كِذَّابًا ﴿۲۸﴾   او زموږ آيتونه یې بیخي دروغ ګڼلي وو. (۲۸)

 

وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا ﴿۲۹﴾   او حال دا موږ هر څه په شمېر ليكلي دي . (۲۹)

 

فَذُوقُوا فَلَن نَّزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا ﴿۳۰﴾   نو (ورته ويل كېږي : ) وڅكئ،چې موږ بې له عذابه [بل څه] نه در زياتوو! (۳۰)

 

إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا ﴿۳۱﴾   په حقيقت کې متقیانو ته ستره بريا ده : (۳۱)

 

حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا ﴿۳۲﴾   باغونه او (ډول ډول) انګور،(۳۲)

 

وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا ﴿۳۳﴾   او همځولې نوې پېغلې،(۳۳)

 

وَكَأْسًا دِهَاقًا ﴿۳۴﴾   او (د جنتي شرابو) ډک ډك جامونه .(۳۴)

 

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا ﴿۳۵﴾   هلته به چټيات او دروغ نه اوري . (۳۵)

 

جَزَاء مِّن رَّبِّكَ عَطَاء حِسَابًا ﴿۳۶﴾   دا ستا د پالونكي له لوري بدله او پوره پوره لورنه ده .  (۳۶)

 

رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرحْمَنِ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا ﴿۳۷﴾   (هماغه) د اسمانونو او ځمكې او څه چې د دواړو ترمنځ دي، پالونكى دى؛  (هماغه) لوراند (الله) چې (پر هغه ورځ) هېڅوك بې د هغه له اجازې خبرې (يا شفاعت) نشي كړاى . (۳۷)

 

يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا ﴿۳۸﴾   پر هغه ورځ،چې ((روح)) [جبرایل] او ((پرښتې)) پر يوه ليكه درېږي او هېڅوك به د لوراند خداى بې اجازې خبرې نه كوي او (چې خبرې كوي؛ نو) حقې او سمې خبرې كوي. (۳۸)

 

ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآبًا ﴿۳۹﴾   هغه رښتينې ورځ ده؛ نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونكي لور ته دې د ورستنېدو (لار) خپله کړي .(۳۹)

 

إِنَّا أَنذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا ﴿۴۰﴾   په حقيقت كې موږ تاسې له (راتلونکې) نژدې عذابه خبر كړئ،[دا عذاب] به پر هغه ورځ وي،چې انسان خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو ته ګوري او كافر وايي : (( كاش خاورې واى (او پر عذاب اخته شوى نه واى!.) )) (۴۰)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!