تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۱﴾ الف، ، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ تا ته درلېږلی، چې خلك د دوى د پالونكي په توفیق او حکم (د شر، […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۱﴾ الف، ، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ تا ته درلېږلی، چې خلك د دوى د پالونكي په توفیق او حکم (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو (د ايمان، عدل او پوهې) د رڼا پر لور د ستايل شوي ناماتي (الله) لارې ته راوباسې (۱)
اللّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَوَيْلٌ لِّلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۲﴾ هغه الله چې په اسمانونو او ځمكې كې هر څه د ده دي او پر کافرانو د سخت عذاب له لامله افسوس دى! (۲)
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا أُوْلَئِكَ فِي ضَلاَلٍ بَعِيدٍ ﴿۳﴾ هماغوى چې د دنيا ژوند پر آخرت غوره ګڼي او (خلك) د الله له لارې منع كوي او هڅه کوي، د حق لار ناسمه کږه وږه وښيي، دوى (له حقه) په لرې بېلارۍ كې دي. (۳)
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللّهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴﴾ او موږ هر قوم ته د دوی ‏پخپله ژبه استازی ورلېږلی، چې (احکام او حقايق) ور روښانه كړي، بيا د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) بېلارې كوي یې او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او هغه ناماتى حكيم دى. (۴)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۵﴾ او په رښتيا موږ موسى له خپلو نښو سره ولېږه (او ورته مو وويل: ) خپل قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او ((ايام الله)) [ د الله د پرغز یا لورنې د نزول ورځې] وريادې كړه، چې هرومرو په دغو (پېښو) كې هر يو تکړه زغمناک منندوى ته نښې (او عبرتونه) دي. (۵)
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۶﴾ او (درياد كړه) چې کله موسى خپل قوم ته وويل: ((د الله هغه نعمت درياد كړئ، چې تاسې یې د (هغو) فرعونيانو (له منګولو) وژغورلئ، چې سخت یې ربړولئ، زامن يې در وژل او ښځې (لوڼې) يې (خپل چوپړ ته) ژوندۍ پرېښوولې او په دې كې ستا د پالونكي له لوري ستر ازمېښت و)) (۶)
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴿۷﴾ او (همداراز درياد كړه) چې پالونكي مو خبر دركړ: ((كه تاسې شكر وباسئ؛ نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ، چې] زما سزا سخته او درنه ده!))  (۷)
وَقَالَ مُوسَى إِن تَكْفُرُواْ أَنتُمْ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۸﴾ او موسى (بني اسراييلو ته) وويل: ((كه تاسې او ځمكمېشتي ټول كافران شئ (؛ نو الله ته زيان نه وررسي؛ ځكه) الله مړه خوا ستايل شوى دى.)) (۸)
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ لاَ يَعْلَمُهُمْ إِلاَّ اللّهُ جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّواْ أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُواْ إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ ﴿۹﴾ ايا د هغوى خبر درغلی نه دى، چې تر تاسې مخكې تېر شوي دي؟ د “نوح قوم” او “عاد” او “ثمود” او تر دوی روسته (ډېر قومونه) چې يوازې الله ترې خبر دى؛ د دوی استازي له څرګندو دلايلو سره ورغلل؛ خو دوى (د هېښتیا او ملنډو له مخې) خپلې ګوتې په خوله كې ونيوې او و يې ويل: ((په رښتینه کې موږ ستا رسالت نه منو او موږ چې د كوم څيز لورې ته وربولئ (په اړه يې) په شكمنې بدګومانۍ کې يو.)) (۹)
قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى قَالُواْ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۱۰﴾ د دوی استازیو وويل: ((ايا د اسمانونو او ځمکې د پیدا کوونکي الله په شتون کې شک دی؟! تاسې دې ته بلي، چې يوه برخه ګناهونه مو دروبښي او تر يوې ټاكلې مودې مهلت دركړي.)) (كافرانو) وويل: (((موږ په دې خبرو نه پوهېږو؛ خو همدومره پوهېږو، چې) تاسې زموږ په څېر انسانان ياست او غواړئ، له هغه څه مو واړوئ، چې پلرونو مو لمانځل، [ که داسې نه ده]؛ نو یو دليل او څرګنده (معجزه) راوړئ)) (۱۰)
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَمُنُّ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَانٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَعلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ استازیو يې ورته وويل: ((دا سمه ده، چې موږ ستاسې په څېر انسانان يو؛ خو الله چې له خپلو بندګانو، چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) احسان پرې كوي (او د پېغمبرۍ مقام وربښي) او موږ هېڅكله، بې د الله له اجازې، معجزه نشو راوړاى (او له ګواښونو مو نه وېرېږو) او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي. (۱۱)
وَمَا لَنَا أَلاَّ نَتَوَكَّلَ عَلَى اللّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۱۲﴾ او ولې پر الله بروسه ونکړو، حال دا (د نېكمرغيو) لارې يې راښوولي دي؟! او البته تاسې چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به زغم پرې وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.)) (۱۲)
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ ﴿۱۳﴾ (خو) كافرانو خپلو پېغمبرانو ته وويل: ((هرومرو به تاسې له خپلې سيمې وباسو یا دا چې زموږ دين ته راواوړئ.))؛ نو د دوی پالونكي وحې ورولېږله: ((چې ظالمان به هرومرو هلاک كړو؛ (۱۳)
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ ﴿۱۴﴾ او هرومرو تر دوی روسته به تاسې پر همدې ځمكه مېشت كړو، دا (بريا) د هغوی لپاره ده، چې زما (د عدالت) له مقامه وېرېږي او له ګواښنې مې وډار شي!)) (۱۴)
وَاسْتَفْتَحُواْ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۱۵﴾ او دوی (له الله) پر كافرانو بريا وغوښته او (په پايله كې) هر کبرجن، سركښ پر مخ وخوړه. (۱۵)
مِّن وَرَآئِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِن مَّاء صَدِيدٍ ﴿۱۶﴾ وړاندې ورته ‏دوزخ دى او د وينو زوو اوبه پرې ورڅښلېږي (۱۶)
يَتَجَرَّعُهُ وَلاَ يَكَادُ يُسِيغُهُ وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ وَمِن وَرَآئِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ ﴿۱۷﴾ (چې) په ډېره سختۍ به غړپ غړپ تېروي او بيخي چمتو نه دي، چې پخپله خوښه يې تېرې كړي او له هرې لوري به ورته د مرګ مخه وي؛ خو نه به مري او تر شا یې ‏سخت عذاب دى! (۱۷)
مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لاَّ يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُواْ عَلَى شَيْءٍ ذَلِكَ هُوَ الضَّلاَلُ الْبَعِيدُ ﴿۱۸﴾ هغوى چې پر خپل پالونكي كافران شوي، د كړنو بېلګه يې هغو ايرو ته ورته ده، چې د توپاني ورځې بړبوكۍ را الوزولي وي (او) د کړنو یې هېڅ اغېز پاتې نشي. همدا (له حقه) لرې بېلاري ده. (۱۸)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللّهَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحقِّ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۹﴾ ايا نه يې پوه شوى، چې الله اسمانونه او ځمكه په حق [او د مصلحت له مخې] پېدا كړي دي؟! كه وغواړي؛ نو (له منځه) مو وړي او يو نوى مخلوق به را پیدا کړي؛ (۱۹)
وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ ﴿۲۰﴾ او دا (چار) الله ته سخت نه دى . (۲۰)
وَبَرَزُواْ لِلّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاء لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّهِ مِن شَيْءٍ قَالُواْ لَوْ هَدَانَا اللّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاء عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ ﴿۲۱﴾ او (په قيامت كې) به ټول الله ته ورڅرګند (ورغونډ) شي، په دې وخت كې به كمزوري [= ناپوهه لارويان ] سرغړاندو (او بېلاري مشرانو) ته وايي: ((موږ مو لارويان وو؛ ايا (اوس چې ستاسې د لاروۍ له لامله پر الهي سزا اخته شوي يو)؛ نو څه الهي عذاب رانه لرې كولاى شئ؟)) وايي: ((كه الله سمه لار راښوولې واى؛ نو موږ به هم درښوولې واى؛ (خو اوبه تر ورخ تېرې دي) كه نارې سورې او ځګېروي وكړو او يا له زغمه كار واخلو؛ نو راته بې توپيره ده (او) د تېښتې لار‏ راته نشته!)). (۲۱)
وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۲﴾ او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسي، شيطان وايي: ((په حقيقت كې الله له تاسې سره رښتینې ژمنه كړې وه او ما هم ژمنه درسره كړې وه؛ خو بې لوزي مې درسره وكړه، پر تاسې مې څه واک نه و؛ خو داچې را و مې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛ نو پړه راباندې مه اچوئ او خپل ځانونه پړه وګڼئ، نه زه ستاسې د چغو اورېدونکی یم او نه تاسې زما د چغو اورېدونکي. زه له دې منکر یم چې تاسې تر دې مخکې زه (د الله په چارو کې) شریک ګڼلم)) په رښتینه کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى! (۲۲)
وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ ﴿۲۳﴾ او صالح مؤمنان به د جنت داسې باغونو ته ننايستل شي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او د خپل پالونكي په اجازې به همیشه پکې وسي او هلته د ((سلام)) په ويلو يو د بل هر كلي كوي. (۲۳)
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء ﴿۲۴﴾ ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (ایمان) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛(۲۴)
تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۵﴾ چې د خپل پالونکي په توفیق، وخت په وخت خپله مېوه وركوي او الله دا بېلګې ځكه څرګندو‏ي، چې خلك ترې پند واخلي. (۲۵)
وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ ﴿۲۶﴾ (همداراز) “ناولې ‏كلمه “(شرک) د هغه پلیت بوټي ‏په څېر ده، چې [بېخ يې] د ځمكې له سره را ايستل شوى وي (او) هیڅ ټېکاو نه وي (۲۶)
يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاءُ ﴿۲۷﴾ الله مؤمنانو ته په دنيوي ژوند او آخرت كې هم په ثابتو ويناوو او ګروهو ټېکاو ور پر برخه كوي او ظالمان بېلاري پرېږدي‏(او خپله لورنه ترې اخلي) او الله چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي. (۲۷)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُواْ نِعْمَةَ اللّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّواْ قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ﴿۲۸﴾ ايا هغوى دې ونه ليدل، چې د الله (وركړى) نعمت يې پر كفران او ناشكرۍ واړاوه او خپل قوم يې د هلاكت پر کور وردېره کړ؟  (۲۸)
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ ﴿۲۹﴾ (د هلاكت او ورکاوي كور هماغه) دوزخ دى، چې (دوی) ورننوځي او څومره ناوړه هستوګنځى دى! (۲۹)
وَجَعَلُواْ لِلّهِ أَندَادًا لِّيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُواْ فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ ﴿۳۰﴾ او دوی الله ته (معبود ګوټي) سيالان جوړ کړل، چې (خلك) د الله له لارې (واړوي او) بېلارې يې كړي؛ (ورته) ووايه: (((څو ورځې د دنيا له ژوند او خوندونو يې) مزې واخلئ؛ خو په پاى كې ستاسې ورګرځېدل، د اور لوري (دوزخ) ته دي!)) (۳۰)
قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ يُقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَيُنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خِلاَلٌ ﴿۳۱﴾ مؤمنو بندګانو ته مې ووايه، چې لمونځ وكړي او زما له وركړې روزۍ دې په پټه او ښكاره، د هغې ورځې تر راتګ وړاندې (د الله په لار کې) ولګوي، چې پېر و پلور به پكې نه وي او نه څه دوستي او اړیکه (د الله له نيونې به په مال او توکیزو اړيكو ځان و نه شي ژغورلاى.) (۳۱)
اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الأَنْهَارَ ﴿۳۲﴾ الله هغه ذات دى، چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړل او له اسمانه يې اوبه وورولې، چې په دې يې ستاسې د روزۍ لپاره (له ځمكې ډول ډول) مېوې راېستلي او بېړۍ يې درايل كړې، چې په حكم يې په سمندر کې روانې شي او (همداراز) سيندونه يې درايل كړل؛ (۳۲)
وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ﴿۳۳﴾ او هغه تل په يو شان روان (د) لمر و سپوږمۍ (ګټې) دراېل کړي او (همداراز) شپه و ورځ يې ستاسې اېل كړل؛ (۳۳)
وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ ﴿۳۴﴾ او څه چې تاسې (له الله) غوښتي (او اړتیا مو درلوده) درکړي او كه د الله نعمتونه وشمېرئ (؛ نو) شمېرلاى يې نشئ، حقيقت دادى، چې انسان [په خپل حق کې] ظالم او زيات نامنندوى دى. (۳۴)
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ ﴿۳۵﴾ او (درياد كړه) چې كله ابراهيم وويل: ((پالونكيه! دا ښار [= مكه] امن كړه او ما او زما زېږنده له بوت لمانځنې وساته!(۳۵)
رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۶﴾ پالونكيه! دغو [= بوتانو] ډېر خلك بېلارې كړل؛ نو څوک چې مې لاروي وکړي؛ نو بېشکه له ډلې مې دی او چا چې مې سرغړونه ‏وکړه [چار یې درسره دی چې] ته لورین بښونكى يې(۳۶)
رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ﴿۳۷﴾ پالونكيه! ما په يوه بې اوبو، شاړ او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه، ستا د قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورواړوه او له یېبرو روزي وركړه، چې منندوى شي (۳۷)
رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ وَمَا يَخْفَى عَلَى اللّهِ مِن شَيْءٍ فَي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء ﴿۳۸﴾ پالونكيه! بېشکه ‏څه چې پټوو يا يې ښكاره كوو، تا ته درمعلوم دي او په ځمكه او اسمان كې له الله هېڅ څيز پټ نه دى. (۳۸)
الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاء ﴿۳۹﴾ د هغه الله ستاېنه، چې په زړښت كې يې اسماعيل او اسحاق [زامن] راكړل، په رښتيا پالونكى مې د دعا اورېدونكى (او قبلوونكى) دى. (۳۹)
رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء ﴿۴۰﴾ پالونكيه! لمونځ كوونكى مې کړې او زېږنده ‏مې هم، پالونكيه! او دعا مې قبوله كړې. (۴۰)
رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ ﴿۴۱﴾ پالونكيه ! د حسابۍ پر ورځ ما، زما مور و پلار او ټول مؤمنان وبښه.)) (۴۱)
وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ ﴿۴۲﴾ ګومان مه كوه، چې الله د ظالمانو له كړنو ناخبره دى! (نه؛ بلكې سزا) يې هغې ورځې ته ځنډوي، چې سترګې پكې (له ډېرې وېرې) ټېغې او رډې شي؛ (۴۲)
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاء ﴿۴۳﴾ دوی به ځغلي، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي، سترګې به نه رپوي او رډ به ګوري (؛ ځكه هر لوري ته چې ګوري؛ نو د عذاب نښې ښكاري) او (په دې حال كې) د دوی زړونه (ښويېږي او له هيلو او عقله) تشېږي! (۴۳)
وَأَنذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُواْ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ ﴿۴۴﴾ او خلك له هغې ورځې ووېروه، چې عذاب ورته راشي؛ نو ظالمان وايي: ((پالونكيه! لږ مهلت راكړه، چې ستا بلنه ومنو او په استازیو پسې ولاړ شو.)) (؛ خو ځواب اوري:) ايا تاسې مخكې قسمونه نه خوړل، چې هېڅ زوال به مو پر برخه نشي؟ (۴۴)
وَسَكَنتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الأَمْثَالَ ﴿۴۵﴾ او (هو، تاسې وئ، چې) د هغو خلكو په كورونو (او ماڼيو) کې مېشت شوئ، چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و او درڅرګنده شوه، چې موږ ورسره څه چلن وكړ؟ او (د مخكېنيو خلكو د قیصو) بېلګې مو دروړاندې کړې (؛ خو بيا هم راويښ نه شوئ)! (۴۵)
وَقَدْ مَكَرُواْ مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ ﴿۴۶﴾ او په رښتیا دوی خپل ټول چلونه وكارول او هر يو يې الله ته ښكاره و، كه څه هم چلونه يې داسې وي، چې غرونه له ځايه بېځايه كړي!(۴۶)
فَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۴۷﴾ نو هېڅکله الله له خپلو استازیو سره ژمنماتی و نه ګڼې؛ ځكه الله بريمن څارنوال (مدعى العموم) دى. (۴۷)
يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۴۸﴾ پر هغه ورځ، چې دا ځمكه پر بله ځمكه او اسمانونه (پر نورو اسمانونو) واوړي او (خلك) د ايکي يو پياوړي “الله” په حضور کې حاضر ‏شي. (۴۸)
وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الأَصْفَادِ ﴿۴۹﴾ او پر هغه ورځ به مجرمان يو له بل سره په زولنو کې تړل شوي وينې؛ (۴۹)
سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ وَتَغْشَى وُجُوهَهُمْ النَّارُ ﴿۵۰﴾ د دوی جامې به له نځړو او اور به يې له مخونو راتاو وي! (۵۰)
لِيَجْزِي اللّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ إِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۵۱﴾ چې الله هر چا ته د خپلو كړنو سزا وركړي؛ ځکه الله ژرحسابى دى. (۵۱)
هَذَا بَلاَغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُواْ بِهِ وَلِيَعْلَمُواْ أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ ﴿۵۲﴾ دا (قرآن) خلكو ته یو څرګند ‏پېغام دی چې‏ ټول په دې باخبر کړای شي او پوه شي، چې بېشکه هغه ايكي يو معبود دى؛ او چې عقلمن (او اندیال) پند واخلي. (۵۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!