تبلیغات

  بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱﴾ (دا آيتونه) د الله او استازي له لوري یې ستاسې همژمنو مشركانو ته د نه ژمنتوب غوڅ اعلان دى!. (۱) فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿۲﴾ نو (مشركانو!) څلور مياشتې (نور مهلت لرئ،  چې) پر […]

 

بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱﴾ (دا آيتونه) د الله او استازي له لوري یې ستاسې همژمنو مشركانو ته د نه ژمنتوب غوڅ اعلان دى!. (۱)
فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿۲﴾ نو (مشركانو!) څلور مياشتې (نور مهلت لرئ،  چې) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې چې ځئ،  ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،  چې تاسې الله بېوسولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې الله د كافرانو رسوا ګر دى. (۲)
وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳﴾ او (دا آيتونه) د الله او استازي له لوري یې د حج اكبر پر ورځ [= د لوى اخترورځ ] خلكو ته اعلان دى:  الله او استازی يې د مشركانو په باب كومه ژمنه نه لري!؛  نو كه (له كفره) توبه وباسئ؛  نو دا درته غوره ده او كه مخ واړوئ؛  نو پوه شئ،  چې الله بېوسولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو وتلاى شئ) او كافران له درناك عذابه خبر كړه! (۳)
إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُواْ عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّواْ إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۴﴾ خو بې له هغو مشركانو،  چې له تاسې سره یې تړون كړى او د هېڅ شي كمى یې درسره نه دى كړى او نه يې ستاسې پر ضد د چا ملاتړ كړى؛  نو تاسې (هم) د تړون د مودې تر پوره كېدو وفا ورسره وكړئ؛  ځكه الله متقیان خوښوي. (۴)
فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ نو چې كله (څلور) حرامې مياشتې (رجب، ذوالقعده، ذوالحجه او محرم) تېرې شوې؛  نو مشركان مو چې په هر ځاى كې وموندل،  و يې وژنئ،  ويې نيسئ او را ايسار يې كړئ او په هر څارنځي كې د لارې پر سر ورته كېنئ؛  نو كه توبه وباسي،  لمونځ وكړي او زكات وركړي؛  نو لار يې ورخوشې كړئ (او دوی آزاد پرېږدئ؛  ځكه) چې الله مهربان بښونكى دى. (۵)
وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾ او كه له مشركانو كوم يو له تا پناه غواړي؛  نو پناه وركړه،  چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛  بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ ځكه دوى ناپوهه خلک دي.(۶)
كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ اللّهِ وَعِندَ رَسُولِهِ إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُواْ لَكُمْ فَاسْتَقِيمُواْ لَهُمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۷﴾ مشركانو ته به څنګه د الله او استازي په اړه یې كومه ژمنه وي؟ (چې تل تړون ماتولو ته چمتو ناست وي)؛  خو بې له هغوى چې د مسجدالحرام ترڅنګ مو ژمنه ورسره كړې وه (او د خپل تړون درناوى يې كاوه)؛  نو كه پر ژمنې درسره ولاړ ول؛  نو تاسې هم ورسره ولاړ وسئ؛  (ځكه) چې الله متقیان خوښوي. (۷)
كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لاَ يَرْقُبُواْ فِيكُمْ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸﴾ څنګه (تړون به وي) كه پر تاسې لاسبري شي؛ نو نه مو د خپلوۍ پار ساتي او نه د ژمنې؟ (تش) په خوله مو خوشحالوي؛ خو زړونه يې (پر ژمنې درېدل) نه مني او ډېر يې سرغړاند (او ژمنماتي) دي. (۸)
اشْتَرَوْاْ بِآيَاتِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹﴾ (ژمنماتیو مشرکانو) د الله آيتونه په ناڅيزه بيه وپلورل او (خلك يې) د هغه له لارې منع كړل، په رښتيا د دوی چارې ناوړې دي. (۹)
لاَ يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ (ژمنماتي مشرکان نه يوازې ستاسې په باب؛ بلكې) د هېڅ مؤمن په باب هم، نه د خپلولۍ پار ساتي او نه د كومې ژمنې او همدا دوى تېرى ګر دي. (۱۰)
فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۱﴾ نو كه دوی توبه وباسي،  لمونځ وكړي او زكات وركړي؛  نو ستاسې ديني روڼه دي او موږ (خپل) آيتونه هغو خلکو ته څرګندوو،  چې پوهېږي (او اندنه کوي). (۱۱)
وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ﴿۱۲﴾ او كه دوی تر ژمنې روسته خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛  نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛  ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي،  ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي. (۱۲)
أَلاَ تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّواْ بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَؤُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ ﴿۱۳﴾ تاسې ولې له هغوى سره نه جنګېږئ،  چې خپلې ژمنې یې ماتې کړې او د الله د استازي د ايستو هوډ يې وکړ؟! حال دا، همدوى په لومړي ځل (جګړه) درسره پيل كړه ايا ترې وېرېږئ؟ كه مؤمنان ياست؛  نو الله خو د دې ښه وړ دى،  چې له (مخالفته) يې ووېرېږئ. (۱۳)
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۴﴾ له دوی سره وجنګېږئ، چې الله يې ستاسې په لاسونو وربړوي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مؤمنانو زړونه يخ کړي. (۱۴)
وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللّهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۵﴾ او د مؤمنانو د زړونو تاو پرې وباسي او د الله،  چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) توبه يې قبلوي او الله پوه حكيم دى.(۱۵)
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُواْ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُواْ مِن دُونِ اللّهِ وَلاَ رَسُولِهِ وَلاَ الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ ايا تاسې انګېرئ،  چې (پر خپل حال) به پرېښوول شئ،  حال دا،  تراوسه خو الله ته دا نه ده معلومه،  چې له تاسې هغه كسان څوك دي،  چې جهاد يې كړى او بې له الله،  استازي او مؤمنانو يې (نور) خواله ساتي دوستان نه دي نیولي‏؟! (بايد وازمېيل شئ او ليكې مو سره بېلې شي) او الله مو له کړنو ښه خبر دى. (۱۶)
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُواْ مَسَاجِدَ الله شَاهِدِينَ عَلَى أَنفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ مشركان حق نه لري د الله جوماتونه اباد كړي،  حال دا،  پر خپل كفر ګواهي لي! د دوی كړنې پوپنا (او بې ارزښته) شوي او همېشني اورمېشتي دي. (۱۷)
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۱۸﴾ د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي،  چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی،  لمونځ يې كړى،  زكات يې وركړى او بې له الله (له هیچا) نه ډارېږي؛  نو هيله ده،  چې همدوى به له لار موندوونکيوځنې وي.(۱۸)
أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾ ايا تاسې د حاجيانو خړوبول او د مسجدالحرام ابادول د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى،  چې پر الله او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى دى؟! (نه! دا دواړه) د الله په نزد برابر نه دي او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. (۱۹)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۲۰﴾ هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې كړى او د الله په لار كې يې په مال او ځان جهاد كړى؛  نو د الله په نزد لوړ پوړي او همدا دوى بريالي دي؛ (۲۰)
يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ ﴿۲۱﴾ د دوی پالونكی دوی ته د خپل رحمت او خوښۍ او د داسې جنتونو زېرى وركوي،  چې همېشني نعمتونه به پكې وي؛ (۲۱)
خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا إِنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۲﴾ هلته به تلمېشتي وي؛  ځکه له الله سره ستر اجرونه دي. (۲۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ آبَاءكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاء إَنِ اسْتَحَبُّواْ الْكُفْرَ عَلَى الإِيمَانِ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ مؤمنانو! كه ستاسې پلرونه او روڼه،  كفر تر ايمان غوره وبولي (؛  نو) خپل دوستان يې مه نيسئ! او له تاسې چې څوک دوستي ورسره وكړي؛  نو همدا دوى ظالمان دي. (۲۳)
قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۴﴾ (پېغمبره) ووايه:  ((كه تاسې ته خپل پلرونه،  زامن،  روڼه،  مېرمنې،  خپلوان،  ګټلي مالونه او هغه سوداګري،  چې پر ناچلېدو يې اندېښېمنېږئ او د خوښې كورونه،  تر الله او استازي یې او د هغه په لار كې تر جهاده درته ډېر ګران وي؛  نو د الله امر (عملي كېدو) ته څارو وسئ او الله سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي.)) (۲۴)
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ ﴿۲۵﴾ په رښتيا الله په ډېرو ځايونو كې ستاسې مرسته كړې ده (او پر دښمن بريالي شوئ) او د حنين (د غزا) پر ورځ (يې هم مرسته درسره وكړه،) چې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ؛ خو څه ګټه يې در و نه رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛  بيا مو (دښمن ته) شا ورواړوله او وتښتېدئ. (۲۵)
ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ ﴿۲۶﴾ بيا الله خپله ډاډېنه پر خپل استازي او پر مؤمنانو نازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ،  چې تاسې نه ليده او كافران يې پر رنځ او کړاو اخته کړل او همدا د كافرانو سزا ده! (۲۶)
ثُمَّ يَتُوبُ اللّهُ مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۷﴾ بيا الله تردې روسته،  چې چاته يې خوښه شي (او وړ يې وبو لي) توبه يې مني او الله مهربان بښونكى دى.  (۲۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۸﴾ مؤمنانو! حق دادى،  چې مشركان ناولي او پلیت دي؛  نو تر سږ كال روسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه (ددې پرېكون له لامله،  د سوداګرۍ له ټپه درېدو او) له تنګلاسۍ وېرېږئ،  كه الله وغواړي؛  نو ژر به تاسې له خپلې لورنې شتمن كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي؛  ځكه) چې الله پوه حكيم دى. (۲۸)
قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۲۹﴾ له کتابيانو،  چې څوك پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري او څه چې الله او استازي یې حرام كړي،  حرام نه بولي او نه حق دين مني؛  نو ورسره وجنګېږئ،  چې په (خورا) ذلت په خپل لاس جزيه وركړي. (۲۹)
وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۳۰﴾ او يهوديان وايي:  ((عزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي:  ((مسيح د الله زوى دى.)) د دوی د خولې دا هسې خبرې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده (چې پرښتې یې د الله لوڼې ګڼلې)،  الله دې دوى ووهي،  چې څنګه (له حقه) اړول کېږي! (۳۰)
اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳۱﴾ (كتابيانو) خپل عالمان، راهبان او مسيح د مريمې زوى د الله پرځاى خپل معبودان ونيول؛  خو يوازې د ايکي يوه معبود (الله) د لمانځنې حكم ورته شوى و،  چې بې له ده معبود ‏نشته،  له هغه څه پاك دى،  چې دوى يې ورسره شريكوي. (۳۱)
يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۳۲﴾ (کافران) غواړي د الله رڼا په خپلو خولو مړه كړي؛  خو الله بې له دې هېڅ نه مني،  چې خپله رڼا به پوره کوي،  كه كافرانو ته دا څومره کرکجنه وبرېښي (او زړونه یې هم وچوي). (۳۲)
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ (الله) هغه (ذات) دى،  چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره لېږلی دی،  چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي، كه څه مشركانو ته دا کرکجنه وبرېښي (او زړونه یې هم وچوي). (۳۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۴﴾ مؤمنانو! (د كتابيانو) ډېر عالمان او راهبان (= شيخان) د خلكو مالونه په ناروا خوري او د الله له لارې (يې) منع كوي او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛  نو له دردناك عذابه يې خبر كړه!  (۳۴)
يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ ﴿۳۵﴾ (پر هغه) ورځ،  چې دا (زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او ټنډې،  اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛  (او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،  چې ځان ته مو زېرمه كړي ول؛  نو اوس د خپلو زېرمو (خوند) وڅكئ. (۳۵)
إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۶﴾ (پوه شئ چې) د مياشتو شمېر له هماغه ورځې، چې الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي، په الهي كتاب (لوح محفوظ) كې دولس دي؛  څلور مياشتې يې حرامې دي (چې جنګ جګړه پكې منع ده) دا سم ثابت (الهي) قانون دى؛  نو ځكه په دې مياشتو كې پر ځان ظلم مه کوئ (او له هر ډول وينې تويېدنې ډډه وكړئ) او (د جګړې په وخت كې) ټول له مشركانو سره وجنګېږئ؛  لكه څنګه چې دوى ټول درسره جنګېږي او پوه شئ،  چې الله د متقیانو مل دى. (۳۶)
إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُحِلِّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِّيُوَاطِؤُواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ اللّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۷﴾ رښتيا خبره همدا ده،  چې نسى [= د حرامو مياشتو بېځايه كول او ځنډول ] د (مشركانو) په كفر كې (یو بل) زياتوالى دى،  چې کافران پرې بېلارېږي،  يو كال يې حلالوي او (بل) كال يې حراموي،  چې د الله د حرامو شويو مياشتو شمېر پوره كړي،  په پايله كې الهي حرام،  حلال ګڼي،  د دوی ناوړه كړه وړه ورته ښايسته كړاى شوي او الله،  ” الله ناپېژاندو” ته سمه لار نه ورښيي. (۳۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ ﴿۳۸﴾ مؤمنانو! پر تاسې څه شوي،  چې كله درته وويل شي:  ((د الله په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛  نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل) ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى؟! نو (پوه شئ چې) له دنيوي ژونده ګټنه د آخرت په پرتله خورا لږه ده. (۳۸)
إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ كه تاسې (جهاد ته) و نه وځئ (؛ نو الله) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به كوم بل قوم راولي او الله ته هېڅ زيان وررسولاى نشئ او الله پر هرڅه لاسبر دى.(۳۹)
إِلاَّ تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُواْ ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا فَأَنزَلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُواْ السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۰﴾ كه تاسې د پېغمبر مرسته و نه کړئ؛  نو الله یې لا هغه وخت مرسته كړې (په سختو شېبو كې يې ځان ته پرېښى نه دى) چې كله كافرانو (له مكې) ايستى و،  حال دا له دوو دويم (تن) و (او تر يوه ملګري زيات نور څوك ورسره نه و) چې كله دواړه په (ثور) څمڅې كې وو،  خپل ملګري [حضرت ابوبکر رضی الله عنه] ته يې وويل:  ((مه خپه كېږه! په يقين چې الله مو مل دى.))؛  نو الله خپله ډاډېنه پرې ورولېږله او په داسې لښكرو يې دده ملاتړ وكړ،  چې نه مو ليدل او الله د كافرانو كلمه (وينا او موخه) ټيټه كړه (او له ماتې سره یې مخ كړل) او د الله كلمه (دين او وينا خو تل) اوچته ده (او دين يې بريالى دى) او الله ناماتى حكيم دى. (۴۰)
انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ تاسې (ټول جهاد ته) ووځئ،  سپك ياست که درانه او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ،  كه پوهېږئ دا درته غوره دى!(۴۱)
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لاَّتَّبَعُوكَ وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۴۲﴾ (خو د دوی يوه ډله داسې ده، چې) كه غنیمتونه نژدې (او بې كړاوه لاس ته ورتلاى شي) او سفر اسانه وي (؛ نو د دنيا پر تمه) په تا پسې درتلل؛  خو (اوس،  چې د تبوك جګړې ته) لار ورته لرې (او ستونزمنه) وربرېښېده (سرغړونه کوي) او ژر به قسمونه وكړي:  ((كه وسه مو درلودای هرومرو درسره تلوو!)) (دوى په دې كړنو او دروغو په رښتینه كې) ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي،  چې دوى په رښتيا دروغجن دي.  (۴۲)
عَفَا اللّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُواْ وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ ﴿۴۳﴾ الله دې تا ته معافي وکړي، تا ولې دوی ته (د پاتېدو) اجازه وركړه (دا ښه وه، چې صبر دې كړى واى) چې درڅرګنده شوې واى،  چې رښتوني څوك دي او دروغجن دې هم پېژندلي واى؟! (۴۳)
لاَ يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿۴۴﴾ هغوى چې پر الله او د آخرت پر ورځې ايمان لري؛ نو په خپلو سرونو او مالونو (د الله په لار كې) د جهاد اجازه درڅخه نه غواړي او الله ته د متقیانو (حال) ښه معلوم دى. (۴۴)
إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ ﴿۴۵﴾ (جهاد ته د نه تلو) اجازه يوازې هماغه خلك غواړي، چې پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري او (د دين په حقانيت كې) زړغي او ټکني دي؛  نو دوى په خپل شك كې لالهانده دي. (۴۵)
وَلَوْ أَرَادُواْ الْخُرُوجَ لأَعَدُّواْ لَهُ عُدَّةً وَلَكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُواْ مَعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۴۶﴾ او كه دوی په رښتيا (جهاد ته) د وتو هوډ درلوداى؛  نو هرومرو به يې څه چمتووالی ورته نيولى واى؛  خو الله یې په وتو له سره خوښ نه و؛  نو ځكه يې (توفيق پر برخه نشو او له جهاده) یې پاتې كړل او ورته وويل شول: ((له ناستو [= كوچنيانو،  بوډاګانو او ناروغانو ] سره كېنئ!))  (۴۶)
لَوْ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالًا ولأَوْضَعُواْ خِلاَلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾ كه دوی (جهاد ته) درسره وتلي واى؛  نو بې له فساد (شک او ټکې اچولو) یې بل څه نه درزیاتول‏ او ستاسې ترمنځ يې فتنې اچولو (او درز او نفاق پيدا كولو) ته لمن وهله او په تاسې كې د دوی ځري هم شته او الله ظالمان ښه پېژني. (۴۷)
لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ حَتَّى جَاء الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۴۸﴾ په رښتيا دوی تردې له مخه (هم) د فتنې راولاړولو لټه كړې وه او چارې یې درته ګډې وډې کړې وې،  تردې چې حق راغى او د الله امر ښكاره شو (او بريالي شوئ،) سره له دې چې دوى ترې کرکجن ‏وو. (۴۸)
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۴۹﴾ او له دوی یو یې وايي: ((اجازه راكړه (چې په جهاد كې برخه وانخلم) او په (ګناه او) فتنه كې مې مه غورځوه!)) پوه شئ! چې دوى (همدا اوس) په [ګناه او] فتنه كې لوېدلي او بېشكه دوزخ كافران رانغاړلي دي. (۴۹)
إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ ﴿۵۰﴾ كه تا ته كومه ښېګڼه (بريا يا غنيمت) در و رسي؛ نو دوى ځوروي او كه كوم کړاو درپېښ شي،  وايي:  ((موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه)) او په خوشحالۍ درنه ستنېږي. (۵۰)
قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلاَّ مَا كَتَبَ اللّهُ لَنَا هُوَ مَوْلاَنَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ (ورته) ووایه: ((موږ ته چې څه الله لیکلي وي، هماغه (زیان یا ښېګڼه) رارسي،  الله زموږ پالندوى (او چارسازى) دى؛  نو مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.)) (۵۱)
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلاَّ إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ اللّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُواْ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ ﴿۵۲﴾ (پېغمبره! منافقانو ته) ووایه: ((ايا تاسې زموږ په باب له دې دوو (برياليتوب يا شهادت) ښېګڼو، بې له يوې،  څه ته سترګې پر لار ياست؟! خو موږ څارو يو،  چې الله به پخپله (په هغې دنيا كې) سزا دركړي او يا به يې (په دې دنيا كې) زموږ په لاسونو دركړي؛  اوس چې داسې ده؛ نو تاسې هم انتظار وباسئ او موږ هم درسره څارو يو!)) (۵۲)
قُلْ أَنفِقُواْ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۳﴾ ووايه: ((كه په خوښه څه ولگوئ،  که په ناخوښه؛  نو هېڅكله درځنې نه قبلېږي (؛ ځكه) چې تاسې سرغړانده ډله واست.)) (۵۳)
وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلاَّ أَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلاَّ وَهُمْ كُسَالَى وَلاَ يُنفِقُونَ إِلاَّ وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۵۴﴾ او د دوى د خيراتونو او لگښتونو د نه منل کېدو يوازېنی لامل دادى،  چې دوى پر الله او استازي يې كافران شول او زړه ماتي لمانځه ته راځي او (د الله په لار كې) په نه زړه خیرات وركوي. (۵۴)
فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۵۵﴾ نو تا دې د دوی د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) اریان نه کړي،  په حقیقت کې الله غواړي،  دوى په همدې وزلو په دنيوي ژوند كې پر کړاو اخته كړي او د كفر په حال كې يې ساه ګانې ووځي. (۵۵)
وَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ ﴿۵۶﴾ او دوى پر الله قسمونه خوري،  چې له تاسې ‏سره يو؛  خو درسره نه دي؛  بلکې ډارنه ډله ده (چې د خپلو خوالو د را برسېرېدو له وېرې دروغ وايي). (۵۶)
لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْاْ إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ ﴿۵۷﴾ كه دوی (تېښتې ته) کوم پټنځى يا کومه څمڅه يا د ننووتو كوم ځاى ومومي؛  نو ور و به ځغلي.(۵۷)
وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ ﴿۵۸﴾ او له دوى،  ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې نیوکې درباندې كوي،  كه څه برخه ترې وركړه شي (؛  نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي،  سملاسي غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي). (۵۸)
وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوْاْ مَا آتَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ سَيُؤْتِينَا اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللّهِ رَاغِبُونَ ﴿۵۹﴾ او (څومره به ښه و) که دوی د الله او د استازي په ورکړه یې خوښ واى او ويلي يې واى:  ((الله موږ ته بس دى او ژر دى،  چې الله او استازى به يې پر موږ پېرزويني راولوروي او په رښتيا موږ يوازې الله ته هلیمن‏ یو.)) (۵۹)
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶۰﴾ زكاتونه يوازې ځانګړي شوي دي:  فقيرانو،  مسكينانو،  د زكات راټولو‏ونكيو،  هغوى ته چې د زړونو لاس ته راوړل يې موخه وي او(همداراز) د مريانو (ازادولو)،  له پوروړیو سره د مرستې،  د الله د لارې غښتلتيا او مسافر پالنې ته. (دا زكات) يو(مهم) الهي فرض دى او الله پوه حكيم دى.(۶۰)
وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيِقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَّكُمْ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ مِنكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۱﴾ او له دوی ځينې هغه کسان دي چې په خپلو خبرو پېغمبر ځوروي او وايي:  ((چې دا ټول غوږ غوږ دى (چې هره خبره اوري او ژر یې باوروي))) ووایه:  ((هغه ستاسې د ښې نېكې (خبرې) اورېدونكى دى (؛  خو پوه شئ) چې هغه پر الله ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باور كوي او له تاسې،  ايمان راوړونکیو ته (یو مخ) رحمت دى او هغوی چې ((رسول الله)) ځوروي،  ورته دردناك عذاب دى. (۶۱)
يَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَن يُرْضُوهُ إِن كَانُواْ مُؤْمِنِينَ ﴿۶۲﴾ (منافقان) تاسې ته پر الله قسمونه خوري، چې خوشحاله مو كړي؛ خو كه ايمان لري،  وړ او مناسبه خو داده،  چې الله او استازی يې (له ځانه) راضي‏ كړي. (۶۲)
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ ﴿۶۳﴾ ايا دوی نه دي پوه شوي،  څوك چې له الله او استازي سره یې دښمني وكړي؛  نو ورته د دوزخ اور دى (او) همیش به پكې وسي؟! دا،  ستره رسوايي ده! (۶۳)
يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِم قُلِ اسْتَهْزِئُواْ إِنَّ اللّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُونَ ﴿۶۴﴾ منافقين له دې ډارېږي چې هسې نه پر دوی (مسلمانانو) کوم سورت نازل شي او زموږ د زړونو له خوالو یې خبر کړي،  ووايه:  ((ملنډې ووهئ! بېشكه الله د هغه څه برسېروونكى دى،  چې ترې وېرېږئ.)) (۶۴)
وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ﴿۶۵﴾ او كه له دوی وپوښتئ [: ((تاسې ولې دا ناوړه چارې کولې؟!))] وايي:  ((هسې لګیا وو او ساتیري مو كوله.)) ووايه:  ((ايا پر الله،  آيتونو یې او د ده پر استازي مو ملنډې وهلې؟!)) (۶۵)
لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ إِن نَّعْفُ عَن طَآئِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَآئِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُواْ مُجْرِمِينَ ﴿۶۶﴾ (ووايه:) تاسې عذرونه مه کوئ (چې ګټه نه دررسوي؛  ځكه) تر ايمان راوړو روسته كافران شوي ياست،  كه يوه ډله مو (د توبې له لامله) هم وبښوو؛  نو (بلې) ډلې ته خو هرومرو سزا وركوو؛  ځكه چې ګناهګاران وو! (۶۶)
الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۶۷﴾ منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كوي او خپل لاسونه (له نفقې وركولو د خیر له کاره او بخششه) موټى كړي ساتي،  دوی الله هېر كړى او الله (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا منافقان سرغړاندي دي. (۶۷)
وَعَدَ الله الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۶۸﴾ الله دوه مخو نارينه و، ښځو او كافرانو ته د دوزخ د اور ژمنه وركړې (چې) تل به پكې وسي، همدا اور يې بس دى او الله رټلي او دوی ته همېشنی عذاب دى. (۶۸)
كَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ كَانُواْ أَشَدَّ مِنكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلاَدًا فَاسْتَمْتَعُواْ بِخَلاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُم بِخَلاَقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ بِخَلاَقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُواْ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الُّدنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۹﴾ (تاسې منافقان) د هغو په څېر ياست،  چې تر تاسې پخوا ول (او د نفاق پر لارو ولاړل؛  بلكې) هغوى تر تاسې ډېر زورور او د ډېرو شتمنيو او اولادونو خاوندان وو؛  نو هغوى (په دنيا كې له الهي نعمتونو د ګناه او هوسونو په لار كې) خپله ګټه واخسته او تاسې هم (په دې لار كې) خپله هغه برخه واخسته؛  لكه هغوى چې اخستې وه او تاسې په (كفر،  نفاق،  باطلو افکارو او ویناوو) کې بوخت شوئ؛  لکه چې هغوی پکې بوخت شوي وو (؛  خو په پايله كې) په دنيا او آخرت كې د دوی ‏ټول كړه وړه ورک شول او همدا دوی تاوانیان دي. (۶۹)
أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وِأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۷۰﴾ ايا دوی ته د پخوانيو تاريخ ور رسېدلى نه دى؟! ((د نوح قوم))،  ((عاد))،  ((ثمود)) او ((د ابراهيم قوم))،  ((د مدين قوم)) [= د شعيب قوم ] او ((لاندې باندې شوي ښارونه)) [ = د لوط قوم ]؛  چې د دوی استازیو څرګند دلايل ورته راوړل (؛ خو دوی ونه منل) او الله ظلم پرې کړی نه دی؛  خو دوی پخپله پر ځانونو زیاتی كاوه. (۷۰)
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي،  پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي،  لمونځونه كوي،  زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي،  ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي،  په رښتيا الله ناماتى حکيم دى. (۷۱)
وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۷۲﴾ الله نارينه او ښځينه مؤمنانو ته د داسې جنتونو ژمنه كړې ده، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي (او) تل به پكې وسي او هم په هغو همېشني جنتونو كې به سوتره هستوګنځي (ور پر برخه) وي (او تر هر څه لا زيات داچې) د الله رضا (او خوښي) به ور پر برخه وي، (چې) همدا ستره بريا ده. (۷۲)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۳﴾ پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد وكړه او پر دوی سختي کوه [پوه شه چې]  ورتګ يې جهنم ته دى،  چې خورا ناوړه هستوګنځى دى! (۷۳)
يَحْلِفُونَ بِاللّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدْ قَالُواْ كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُواْ بَعْدَ إِسْلاَمِهِمْ وَهَمُّواْ بِمَا لَمْ يَنَالُواْ وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۷۴﴾ (منافقین) پر الله قسمونه خوري،  چې (په پېغمبر پسې يې ناسمې) خبرې کړي نه دي؛  خو په رښتيا يې د كفر خبرې كړې او تر خپلې مسلمانېدنې روسته كافران شوي او (د خطرناك كار) هوډ يې کړى و؛  خو و يې نه کړاى شول،  نیوکې یې یوازې له دې لامله وې،  چې الله او استازی یې دوى له خپل فضل (درښتن او كرم) برخمن كړل (؛  خو سره له دې) كه توبه وباسي؛  نو ورته غوره ده او كه مخ واړوي؛  نو الله به په دنيا او اخرت كې دردناكه سزا وركړي او د ځمکې پر مخ به یې هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي. (۷۴)
وَمِنْهُم مَّنْ عَاهَدَ اللّهَ لَئِنْ آتَانَا مِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾ او له دوی ځينو له الله سره ژمنه وكړه:  ((كه له خپلې لورنې څه ورکړي؛  نو هرومرو به صدقه (زکات) وركړو او بېشکه له صالحانو (او منندویانو) به شو.)) (۷۵)
فَلَمَّا آتَاهُم مِّن فَضْلِهِ بَخِلُواْ بِهِ وَتَوَلَّواْ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۷۶﴾ خو چې الله دوی په خپل فضل شتمن كړل؛  شومتیا يې وكړه او له خپلې ژمنې يې پوره مخ واړاوه. (۷۶)
فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِي قُلُوبِهِمْ إِلَى يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ بِمَا أَخْلَفُواْ اللّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُواْ يَكْذِبُونَ ﴿۷۷﴾ نو په پايله کې الله،  د مخامخېدو تر ورځې د دوی پر زړونو د نفاق (داغ) کېښود؛  دا ځکه چې له الله سره یې بې لوزي وکړه او همدارنګه دروغ یې ویل. (۷۷)
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللّهَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۷۸﴾ ايا نه دي پوه شوي،  چې الله د دوی په پټو خوالو،  پټو مشورو او پسپسيو پوهېږي او بېشکه الله له ټولو غيبي خبرو (او پټو چارو) پوره خبردى؟! (۷۸)
الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ څوک چې پر هغو مؤمنانو نیوکې کوي،  چې پخپله خوښه صدقات وركوي او پر هغوى چې (د الله په لار كې په خیرات وركولو كې) له خپلې (ناڅيزه) وسې زيات څه نه لري (؛ نو پوه دې شي،  چې) الله به پر دوی ‏ملنډې ووهي (او د خپلو ملنډو سزا به وركړي) او ورته دردناک عذاب دى! (۷۹)
اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لاَ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۸۰﴾ که دوی ته بښنه وغواړې،  كه و نه غواړې (ان) كه اويا ځل بښنه ورته وغواړې؛  الله به يې هېڅكله ونه بښي؛ ځكه پر الله او استازي يې کافران شوي او الله سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي.(۸۰)
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ ﴿۸۱﴾ (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د الله په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او (يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل: ((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووایه: كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!)) (۸۱)
فَلْيَضْحَكُواْ قَلِيلًا وَلْيَبْكُواْ كَثِيرًا جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸۲﴾ نو (تردې روسته منافقين) بايد لږ وخاندي او ډېر وژاړي (؛ ځكه د جهنم اور ورته څارو دى) دا يې د خپلو كړنو سزا ده. (۸۲)
فَإِن رَّجَعَكَ اللّهُ إِلَى طَآئِفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُواْ مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّا إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُواْ مَعَ الْخَالِفِينَ ﴿۸۳﴾ نو كه الله تا ‏د دوی يوې ډلې ته ورستون كړي او (بلې غزا ته د تلو) اجازه یې درنه غوښته، ورته ووایه:  ((هېڅكله راسره وتلاى نشئ او نه مې په ملتيا له كوم غلیم سره جنګېداى شئ؛  ځكه تاسې په لومړي ځل (پر کور) ناستې ته غاړه كېښووله؛  نو (اوس هم) له كور ناستو سره كېنئ)) (۸۳)
وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۴﴾ او بيخي د دوی پر يوه مړي هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې (دعا او بښنې ته) پر قبر درېږه؛  ځكه دوى پر الله او پېغمبر يې كافران شوي او په سرغړاندۍ كې له نړۍ ولاړل. (۸۴)
وَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۸۵﴾ او هسې نه، تا  د دوی شتمني او اولادونه هک اریان كړي! (دا ورته نعمت نه؛  بلكې) الله غواړي په همدې وزلو يې په دنيا كې په عذاب كړي او د كفر په حالت كې يې ساه ګاني ووځي.   (۸۵)
وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَجَاهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُوْلُواْ الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُواْ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۸۶﴾ او چې كله كوم سورت نازل شي (او ورته امر وكړي):  ((پر الله ايمان راوړئ او د استازي په ملګرتيا یې جهاد وكړئ))؛  نو د دوی شتمن اجازه درنه غواړي او عذرونه درته كوي،  وايي:  ((موږ پرېږدئ،  چې له قاعدينو [= هغوى چې له جهاده معاف دي ] سره پاتې شو.))  (۸۶)
رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لاَ يَفْقَهُونَ ﴿۸۷﴾ (هو) دوی له کور ناستیو سره په پاتېدو خوشحاله شول او پر زړونو يې [د نفاق] ټاپه ووهل شوه؛  نو ځکه دوی (پر څه) نه پوهېږي. (۸۷)
لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ جَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَأُوْلَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸۸﴾ خو (بلخوا د الله) استازي او ورسره مؤمنو اصحابو یې په خپل مال و سر جهاد وكړ او ټولې ښېګڼې د دوی ‏پر برخه دي او يوازې همدا دوى بريالي دي. (۸۸)
أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۸۹﴾ الله د جنت (داسې) باغونه ‏چمتو كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پكې تلمېشتي دي؛ دا ستره بريا ده. (۸۹)
وَجَاء الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۰﴾ او تا ته د بانډيڅي عربو عذر غوښتونکي راغلل،  چې (په جهاد كې د نه برخې اخستو) اجازه وركړه شي او هغوى چې الله او پېغمبر ته يې دروغ ويلي وو،  هم (بې عذره په خپلو كورو كې) كېناستل؛  له دوى چې كومو كسانو مخالفت وكړ (او معذور نه وو)؛ نو ډېر ژر به ورته دردناك عذاب ورسي!(۹۰)
لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاء وَلاَ عَلَى الْمَرْضَى وَلاَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۱﴾ پر کمزوریو،  ناروغانو او هغوى چې څه نه مومي،  چې (په جهاد كې) يې ولگوي،  څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه کړي) په دې شرط،  چې (د مورچل تر شا) په عمل كې،  د الله او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي،  و نه سپموي) (ځکه) پر (داسې) نېكانو (د پړې) کومه لار نشته او الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى. (۹۱)
وَلاَ عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّواْ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلاَّ يَجِدُواْ مَا يُنفِقُونَ ﴿۹۲﴾ او (همداراز) پرهغوى هم ګناه نشته،  چې تا ته راغلل او (په جهاد كې یې ګډون ته) سپرلۍ وغوښته،  تا ورته وويل: ((سپرلۍ ته مو څه نه لرم))؛  نو په اوښلنو سترګو ستانه شول؛  ځكه څه يې نه درلودل،  چې د الله په لار كې يې ولګوي (اوغزا ته پرې ولاړ شي). (۹۲)
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاء رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۹۳﴾ پړه يوازې هغوى دي،  چې شتمن دي (او جهاد ته بسیا وزلې لري)؛  خو بيا هم له تا (د جهاد د پرېښوولو) اجازه غواړي او په دې خوښ وي،  چې له كور ناستو [= ښځو،  كوچنيانو او ناروغانو] سره وي او الله یې پر زړونو (د نفاق) ټاپه لګولې ده؛  نو ځكه)پر څه(نه پوهېږي. (۹۳)
يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ قُل لاَّ تَعْتَذِرُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ وَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۴﴾ چې كله هغوى ته ورستانه شوئ (چې له جهاده يې سرغړولى و؛ ) نو تاسې ته به عذرونه كوي؛ ورته ووايه: ((عذرونه مه کوئ،  موږ به هېڅكله ستاسې (پر خبره) باور ونکړو!؛  ځکه الله ستاسې له حالاتو خبر كړي يو او ژر به الله او استازی ستاسې كړني وویني. بيا به د هغه ذات لوري ته وروګرځول شئ،  چې پر پټو او ښكاره وو پوه دى؛  نو تاسې به د خپلو كړنو له (پايلو) خبر كړي (او سزا دركوي) )) (۹۴)
سَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُواْ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۹۵﴾ ( له غزا) چې دوی ته ورستانه شئ؛  نو پر الله به قسمونه درته کوي،  چې (له پړې يې) تېر شئ؛  نو مخ ترې واړوئ (او ترې تېر شئ)؛ ځكه ناولي دي او د خپلو كړنو په سزا کې يې هستوګنځى دوزخ دى. (۹۵)
يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْاْ عَنْهُمْ فَإِن تَرْضَوْاْ عَنْهُمْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يَرْضَى عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۹۶﴾ تاسې ته به لوړه کوي، چې ترې راضي شئ؛ نو كه ترې خوشحاله هم شئ؛ نو بېشکه الله به له سرغړاندو خوښ نشي. (۹۶)
الأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلاَّ يَعْلَمُواْ حُدُودَ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى رَسُولِهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۹۷﴾ بانډيڅيان عرب په كفر او نفاق كې (له دې کبله چې د پېغمبر له ښوونې او روزنې او خبرو لرې وو‏،  تر نورو) ډېر كلك دي او د دوی ډېر وړ دي،  چې دهغه څه (دین،  قوانینو) پر پولو پوه نشي چې الله پر خپل بنده نازل کړي او الله پوه حكيم دى. (۹۷)
وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ السَّوْءِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۹۸﴾ او له دې بانډيڅيانو يوه ډله،  چې څه (د الله په لار كې) لګوي؛ نو دا (ځان ته مازې يو) زيان ګڼي او تاسې ته د دردناكو پېښو د ‏رسېدو په انتظار كې دي، (حال دا) بدې پېښې پخپله همدوى ته (په تمه) دي او الله پوه اورېدونكى دى. (۹۸)
وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَاتٍ عِندَ اللّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ أَلا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ سَيُدْخِلُهُمُ اللّهُ فِي رَحْمَتِهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۹﴾ او له دې بانډيڅيانو ځينې داسې هم دي،  چې پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لري او څه چې (د الله په لار كې) لګوي،  دا الله ته د ورنژدېدو او د پېغمبر د دعا وزله بولي؛  پوه شئ،  دا څیزونه (الله ته) د دوی د ور نژدېوالي وزلې دي. الله به یې ژر په خپل رحمت كې راونغاړي؛  (ځکه) چې الله لورين بښونكى دى. (۹۹)
وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۰۰﴾ او له مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې ورپسې ولاړل،  الله ترې خوښ دی او دوى (هم) له الله خوښ دي،  دوی ته يې داسې جنتونه چمتو كړي،  چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او پكې همېشه مېشت دي،  دا ستره بريا ده! (۱۰۰)
وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ او ستاسې په چاپېريال کې ځينې بانډيڅيان منافقين دي او (همداراز) د مدينې په وسېدونكيو كې هم پر منافقت روږدي شوي شته [او سرغړونه یې کړې ده] چې ته يې نه پېژنې؛  خو موږ يې پېژنو،  ژر به دوه ځل سزا وركړو (:  په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر مهال سزا)؛  بيا به (په قيامت كې) یو ستر عذاب ته وربوتلل شي! (۱۰۱)
وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۰۲﴾ او ځينو پر خپلو ګناهونو منښته كړې،  ښې او ناوړه چارې يې ګډې كړې دي،  هيله ده الله د دوی ‏توبه قبوله كړي؛  ځكه الله لورین بښونکى دى. (۱۰۲)
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۳﴾  د دوی له مالونو (د زكات په نامه) صدقه واخله،  چې په دې يې پاك سازي وکړې او ويې روزې او (د زكات اخستو پر مهال) دعا ورته وكړه؛  ځكه ستا دعا ورته ډاډېینه ده او الله پوه اورېدونكى دى. (۱۰۳)
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ ايا دوی نه دي پوه شوي،  چې يوازې الله د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي او دا چې الله لورین توبه قبلوونكى دى؟! ۱۰۴)
وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ او (ورته) ووايه:  (((هر کار چې غواړئ) و يې كړئ! الله،  استازی یې او مؤمنان به ستاسې كړه وړه وویني! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه (الله) ته وربوتلل شئ؛  نو تاسې به د خپلو کړنو له (حقيقت او پايلو) خبر كړي!)) (۱۰۵)
وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ او يوه بله ډله د الله امر ته ورپرېښوول شوې (او كار يې له الله سره دى) يا به دوی ته سزا وركړي او يا به يې توبه ومني (د هر ډول،  چې وړ وي) او الله پوه حكيم دى. (۱۰۶)
وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۰۷﴾ او (يوې بلې ډلې منافقانو) يو جومات جوړ كړ،  چې (مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون او درز واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي،  چې تر دې مخكې يې د الله او دده استازي پرخلاف،  په جګړې لاس پورې كړی او [اوس] سخت قسمونه خوري:  ((موږ خو د ښېګڼې (چوپړ) په نيت (دا جومات جوړ كړى دى) ))؛  خو الله شاهدي وركوي،  چې دوى بيخي دروغجن دي.  (۱۰۷)
لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ﴿۱۰۸﴾ هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات،  چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى،  ددې وړ دى،  چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې،  په هغه (جومات) كې داسې مېړني دي،  چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي. (۱۰۸)
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ او ايا هغه غوره دى،  چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،  که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه نړېدونکي پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،  چې ناڅاپه ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځي؟ او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. (۱۰۹)
لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْاْ رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلاَّ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۱۰﴾ (؛خو) د دوی جوړه کړې ودانۍ (ضرار جومات)، تل د دوی په زړونو کې د شک موجب دی (دوی ژغورنلار نه لري) خو دا چې زړونه یې (په پښېمانۍ یا مرګ) ټوټې ټوټې شي او الله ډېر پوه حکيم دى. (۱۱۰)
إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۱﴾ په حقيقت کې الله له مؤمنانو د دوی ځانونه او مالونه د جنت په بدل كې پېرلي دي؛  (داسې چې) د الله په لار كې جنګېږي؛  نو وژني او وژل كېږي،  دا پخه ژمنه ده،  چې الله په تورات،  انجيل او قرآن كې پر غاړه اخستې او تر الله به څوک پر خپلې ژمنې ډېر با وفا وي؟ (هو! هېڅوك نشته) نو له الله سره په خپل كړي پېر پلور خوښ وسئ او همدا ستره بريا ده! (۱۱۱)
التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ (مجاهدین مؤمنان)؛ توبه كوونكي،  عبادت كوونكي،  ستايونكي،  ګرځندويان،  ركوع كوونكي،  سجده كوونكي،  پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان دي او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه! (۱۱۲)
مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۳﴾ پېغمبر او مؤمنانو ته نه ښايي مشركانو ته که د دوی خپلوان هم وي، تر هغه روسته چې ورڅرګنده شوه،  دوی دوزخیان دي (له الله) بښنه ورته وغواړي. (۱۱۳)
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلاَّ عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لأوَّاهٌ حَلِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ او خپل پلار ابراهيم ته بښنه غوښتل یوازې، له ده سره د کړې ژمنې له مخې وه (چې ايمان راوړو ته يې جذب كړي؛) خو چې ورڅرګنده شوه د الله دښمن دى (؛ نو) ترې بېزار (او له ورسره کړې ژمنې څنګ ته) شو،  په رښتيا، ابراهيم زړه سواندى زغمناك و. (۱۱۴)
وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّى يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَ إِنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ او دا د الله کړنلار نه ده،  چې یو قوم تر هغه روسته،  د ناپوهۍ پر حال پرېږدي،  چې سمه لار یې ورښوولې وه،  ان هغه څه چې باید ډډه ترې وکړي،  ورته څرګندوي،  بېشکه الله پر هرڅه پوه دى. (۱۱۵)
إِنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۱۱۶﴾ په رښتيا د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د الله ده،  ژوندي كول او مړه کول كوي او تاسې ته بې له الله هېڅ پالندوى او مرستيال نشته.    (۱۱۶)
لَقَد تَّابَ الله عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ په رښتيا الله پر پېغمبر،  مهاجرينو او انصارو ولورېد،  چې د تنګسې پر مهال (د تبوك په جګړه كې) يې د پېغمبر ملګرتيا وكړه، تر هغه روسته چې نژدې و،  د ځينو زړونه له حقه كاږه شي (او له جګړې راوګرځي) بيا الله د دوی توبه ومنله؛ (ځکه) چې پر دوى لورین خواخوږى دى. (۱۱۷)
وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۱۸﴾ او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) دوی وګڼله،  چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده،  بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛  ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى. (۱۱۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۱۹﴾ مؤمنانو! (خپل ځانونه د) الله (له عذابه) وساتئ ‏او له رښتينو سره وسئ. (۱۱۹)
مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲۰﴾ مدينه مېشتو او د چاپېريال بانډيڅيانو ته دا وړ نه وو، چې د پېغمبر له ملګرتوبه سرغړونه وکړي او (غزا ته ولاړ نشي او) خپل ځانونه د ده تر ځان غوره وبولي؛  دا ځكه هره تنده،  ستړيا او لوږه،  چې د الله په لار کې دوی ته ورسي او كوم داسې ګام اخلي،  چې د كافرو د غوسې لامل شي او دوی له دښمنه كوم ګوزار خوري؛  نو ددې (هر يوه په بدل كې) نېك عمل ورته ليكل كېږي (؛ ځكه) الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي. (۱۲۰)
وَلاَ يُنفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً وَلاَ يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۱﴾ او (په دې لار كې) چې لږ يا ډ ېر خيرات کوي او (د جهاد ډګر ته په تلو او يا راستنېدو كې) كومه سيمه (واټن) وهي؛  نو دا ټول ورته ليكل كېږي، چې (په پايله کې) الله يې تر کړنو غوره بدله وركوي. (۱۲۱)
وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ﴿۱۲۲﴾ او دا نه ښايي، چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي؛ نو ولې د دوی د وګړيو له هرې برخې يو شمېر ونه وځي چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او هغه مهال چې خپل قوم ته ستنېږي،  دوی باخبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي!
(۱۲۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۳﴾ مؤمنانو! له درنژدې كافرو سره وجنګېږئ (او هسې نه لرې دښمن مو له نژدې دښمنه غافل کړي) او دوى بايد په تاسې کې ځیږوالی،  پرېكنده توب (اوځواكمنتوب) ومومي او پوه شئ،  چې په رښتيا الله د پرهېزګارانو مل دى. (۱۲۳)
وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۱۲۴﴾ او چې كله كوم سورت نازلېږي؛  نو د دوی ځينې وايي: ((دې سورت ستاسې د كوم يوه ايمان درزيات كړ؟)) (ورته ووايه!) د مؤمنانو ايمان یې ورزيات کړ او دوى (پر الهي درښتن ‏او رحمت) خوشحالېږ‏ي. (۱۲۴)
وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَى رِجْسِهِمْ وَمَاتُواْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۱۲۵﴾ او دهغو کسانو په زړونو كې چې (د نفاق،  شرك او كفر) رنځ دی؛  نو (دې سورت) د دوی پر ناولتوب نور ناولتوب (هم) ور زيات كړ او د كفر په حال كې ومرل. (۱۲۵)
أَوَلاَ يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لاَ يَتُوبُونَ وَلاَ هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾ او ايا نه ويني،  چې دوى هر كال يو يا دوه ځل ازمېيلېږي؟! بيا هم نه توبه باسي او نه پند اخلي. (۱۲۶)
وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُم مِّنْ أَحَدٍ ثُمَّ انصَرَفُواْ صَرَفَ اللّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُون ﴿۱۲۷﴾ او چې كوم سورت نازل شي؛  نو د دوی ځينې يو بل ته ګوري،  وايي: ” ايا څوك مو ويني؟ (كه د پېغمبر له حضوره دباندې ولاړ شو؛  نو د چا خو به را ته نه پامېږي؟) بيا (غلي شان) وځي. الله (له حقه) د دوی زړونه اړولي؛  ځكه دا ناپوه ډله ده. (۱۲۷)
لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲۸﴾ په رښتيا تاسې ته ستاسې له منځه يو استازى درغى،  چې ستاسې ځورونې او زیان پرې سخت پرېوځي، ستاسې پر لارښوونې حرصناک دی (او) پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى؛ (۱۲۸)
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقُلْ حَسْبِيَ اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۱۲۹﴾ نو كه دوی (له حقه) مخ واړاوه (؛  نو مه خپه كېږه! ورته) ووایه: ((الله راته کافي دى،  بې له ده معبود نشته،  پر ده مې بروسه ده او دی (د نړۍ پالنې او هستۍ سمبالنې) د ستر تخت پالونکى دى.))      (۱۲۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!