بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الاحقاف سورت تفسیر احقاف سورت د 26 پارې په پیل کې دی، پینځه دېرش (35) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. «احقاف» د روانو شګو په مانا دی، چې باد یو د بل له پاسه ډېری کړې وي. د عاد قوم سیمې ته ځکه احقاف ویل کېږي، چې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الاحقاف سورت تفسیر
احقاف سورت د 26 پارې په پیل کې دی، پینځه دېرش (35) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
«احقاف» د روانو شګو په مانا دی، چې باد یو د بل له پاسه ډېری کړې وي.
د عاد قوم سیمې ته ځکه احقاف ویل کېږي، چې شګلنه او رېګستان و.
نامه یې د ۲۱ آیت له مخې ده، چې د حضرت هود او عاد قوم خبره پکې شوې ده.
دا سورت، د هغو اوو ګونو سورتونو روستی یې دی، چې د «حم» په مقطّعه توریو پیلېږي او په ټولو کې تردې ټکیو روسته، د قرآن د نزول او ارزښت خبره ده.
امام صادق (رح) وویل: څوک چې د هرې جمعې پر شپه احقاف سورت تلاوت کړي، په دنیا کې به له دنیوي وېرو خوندي وي او په آخرت کې به هم وېره نه لري. [1]
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
حم«1» تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ«2»= 1 حا، ميم. 2 (د) كتاب (قرآن) لېږنه، د بریمن حكيم الله له لوري ده.
ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما إِلاّ بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی وَ الَّذِینَ کَفَرُوا عَمّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ«3»= (موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوی دواړو ترمنځ دي، يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پيدا کړي؛ خو كافران له هغه څه مخ اړوونکي دي، چې پرې ګواښل کېږي.
ټکي:
* د غافر، فصّلت، شوری، زخرف، دخان، جاثیه او احقاف اووه سورتونه په «حم» مقطعه توریو پیل شوي، چې په «حوامیم سبعه» مشهور دي.
* په څو پرله پسې سورتونو کې د (حم، تَنْزِیلُ الْکِتابِ. . . ) له تکراره پوهېدای شو، چې مهمې او بنسټیزې چارې دې تکرار شي.
* عزت له هغو ځانګړنو او کمالاتو ځنې دی، چې هم الله پاک ته راغلی، «مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ»، هم د الله تعالی کتاب ته، «إِنَّهُ لَکِتابٌ عَزِیزٌ» [2]هم رسول الله او هم پر الله تعالی مومنانو ته. «ان لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ»[3]
* د هستۍ پنځون حکیمانه او د حق پر بنسټ دی، که په هستۍ کې له یوه څیز سره مخ شوئ، چې د شتون پر خواله یې پوه نشوئ؛ نو پنځګر یې ګرم نه دی؛ بلکې ستونزه زموږ په علمي محدودیت کې ده؛ لکه څنګه چې په پل ځای کې لولو: «وَ ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما لاعِبِینَ، ما خَلَقْناهُما إِلاّ بِالْحَقِّ وَ لکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ» [4]
*په هغو آیتونو کې په ځیرنې سره، چې په ((حم)) مقطعه توریو پیل شوي، پایله اخلو چې قرآن:
د الله تعالی د علم او عزت له سرچینې دی. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ» [5]
د الله تعالی د لورنې او مینې له سرچینې دی. «تَنْزِیلٌ مِنَ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ»[6]
د الله تعالی د ځواک او حکمت له سرچینې دی. « کَذلِکَ یُوحې. . . اَللّهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ» [7]
قرآن یو روښانه، روښانوونکی، د اندنې او تعقل تومنه کتاب دی. (اَلْکِتابِ الْمُبِینِ. . . قُرْآناً عَرَبِیًّا لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُون)[8]
قرآن یو مبارک او د برکت تومنه کتاب دی. «وَ هذا کِتابٌ أَنْزَلْناهُ مُبارَکٌ فَاتَّبِعُوهُ»[9]
*د انسان د کږلارۍ یو بنسټیز لامل، د دنیا فاني توب ته پاملرنه نه کول او د خپلې تلپاتېینې توهم دی؛ نو د قرآن د وینا له مخې، انسان خپلې تلپاتېینې ته پر بېلابېلو لاروچارو لاس پورې کوي:
کله خپلې تلپاتېینې ته پر مال او شتمنۍ ډېری کولو او شمېرلو لاس پورې کوي او بېخي د انفاق توفیق نه مومي. «الَّذِی جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ. یَحْسَبُ أَنَّ مالَهُ أَخْلَدَهُ»[10]
خپلې تلپاتېینې ته کلکې ودانۍ جوړوي. «وَ تَتَّخِذُونَ مَصانِعَ لَعَلَّکُمْ تَخْلُدُونَ»[11]
خپلې تلپاتېینې ته زورواکۍ، لښکر کشۍ او ځواک غوښتنې ته لاس وراچوي. «وَ اسْتَکْبَرَ هُوَ وَ جُنُودُهُ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَیْنا لا یُرْجَعُونَ» [12]
خپلې تلپاتېینې ته، په خپل ګومان له مرګ او الهي قهر سره سیالۍ ته وردانګي. «وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ»[13]
خو غافل دی چې د عمر محدودیت هغه حقیقت دی، چې پر ټولو پلی کېږي. «أَیْنَما تَکُونُوا یُدْرِکْکُمُ الْمَوْتُ وَ لَوْ کُنْتُمْ فِی بُرُوجٍ مُشَیَّدَهٍ» [14]او قرآن تل د غفلت له خطره انسان ته خبرداری ورکړی دی. «ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما إِلاّ بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی»
پېغامونه:
1-د قرآن نزول یوازې د عزیز او حکیم الله تعالی له وسې پوره دی او د بشر وسه پرې نه رسي. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»
2-که څه قرآني کړلارې آسماني، خورا اوچتې او متعالي دي؛ خو د بشر د اند او وسې په پامنیوي نازل شوي دي. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ»
3-داچې د قرآن نزول د الله تعالی له لوري دی، چې د عزت او حکمت سرچینه ده؛ نو کړلارې یې وګړی او ټولنه عزت او ټینګښت ته ورسیخوي. «مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»
4- د الله تعالی عزت او ځواک، له حکمت او کارپوهۍ سره اغږل شوی دی. «اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»
5-موخه لرونکی نظام هرومرو کړلار لري، تکوین او تشریع د حق او حکمت پر بنسټ دي. ( اَلْکِتابِ. . . اَلْحَکِیمِ – خَلَقْنَا. . . بِالْحَقِّ)
6-په پنځون غونډال – نظام کې کمکاري، کږلاري، ناغېړي، پرېوتي، ناسمي او چټیات نشته. «ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما إِلاّ بِالْحَقِّ»
7- آسمانونه، ځمکه او ټوله هستي حساب شوې او پای لري او هسې په هسې او بېحسابه نه دي. ( خَلَقْنَا. . . بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی)
8-تر نړۍ روسته د بلې نړۍ شتون، د پنځون حقانیت ته پکار چار دی. (که معاد نه وي؛ نو ډېری ناانډولۍ او بې عدالتۍ به جبران نشي او مخونه به نشو ورکولای. ) «ما خَلَقْنَا. . . إِلاّ بِالْحَقِّ وَ أَجَلٍ مُسَمًّی»
9-له پیله تر پایه ټولې ښکارندې حساب شوې او تر څارنې لاندې دي. «أَجَلٍ مُسَمًّی»
10-د دنیا محدودیت او د نعمتونو او ښکارندو ناپاینې ته پاملرنه، د حقپالنې او پر دنیا د زړه نه تړنې زمینه او انسان ته خبرداری دی. «أَجَلٍ مُسَمًّی»
11- د تکوین او تشریع نظام د بشر ښیون او کمال ته دی؛ خو بیا ځینې ناشکري کوي او کفر ته یې ورمخه کړې. «وَ الَّذِینَ کَفَرُوا عَمّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ»
12-ټوله هستي په حق بهیر کې روانه ده او دا انسان دی، چې په ناحق بهیر ټاکنې سره ځان کږلارې کولای شي. «وَ الَّذِینَ کَفَرُوا عَمّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ»
13-د ښوونې، روزنې او تبلیغ په نظام کې ګواښنه او زېری پکار دی. «أُنْذِرُوا»
14-له حقه سرغړونه، د انسان د ارادې او واک درلودو نښه ده. «مُعْرِضُونَ»
قُلْ أَ رَأَیْتُمْ ما تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ أَرُونِی ما ذا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْکٌ فِی السَّماواتِ ائْتُونِی بِکِتابٍ مِنْ قَبْلِ هذا أَوْ أَثارَهٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«4»= ورته ووايه: (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان، چې بلئ (او لمانځئ) را ویې ښيئ، چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تردې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). ))
ټکي:
* «أَثارَهٍ» د پاتې شویو آثارو او د یوه څیز د شتون نښې ته وايي.
* مشرکانو هم منله چې الله تعالی د آسمانونو او ځمکې پنځګر دی. «وَ لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ لَیَقُولُنَّ اللّهُ» [15]؛ نو الله تعالی یې رټي، چې ولې په بوتانو او نورو پسې ځئ او د الله تعالی پرځای یې لمانځئ او مرستې ترې غواړئ.
*یوپالی سول/د توحيد منطق دومره پیاوړی او مستدل دی، چې له مشرکانو سره پرې شخړه کولی او محکومولای یې شو.
* امام باقر(رح) وویل: په دې آیت کې له «کتاب» مراد، تورات او انجیل او له «علم» مراد، د انبیاوو د ځایناستیو خبرې دي. [16]
پېغامونه:
1- پېغمبراکرم د رسالت په ټولو چارو، ان له مخالفانو سره د خبرو اترو په دود کې هم، د الله تعالی حکم ته غوږ دی. (قُلْ. . . )
2- په تبلیغ او ارشاد کې، په پوښتنه، د نورو فطرت راويښ او اند او اندنې ته یې اړ کولای شو. ( أَ رَأَیْتُمْ. . . ما ذا خَلَقُوا)
3- څوار- استقامت و زغم د تبیلغ بنسټیز شرط دی، ان د کفارو تر شا کوونې روسته هم له تبلیغ لاس مه اخلئ. (مُعْرِضُونَ قُلْ أَ رَأَیْتُمْ. . . )
4-د ګروهو په منلو کې یوازې د نورو په وینا بسنه مه کوئ؛ بلکې هغه ومنئ، چې پخپله مو لیدلي او پرې پوه شوي یاست. (أَ رَأَیْتُمْ. . . أَرُونِی)
5- هغه موجود د لمانځنې او ترې د مرستې غوښتو صلاحیت لري، چې د پنځون ځواک ولري. په عبادت کې د توحید جرړه، په خالقیت کې توحید دی. (ما تَدْعُونَ. . . ما ذا خَلَقُوا)
6- بوتان او خیالي معبودان، هر اړخیز بېوسي دي؛ نه د ځمکې په پنځون کې ونډه لري، «ما ذا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ» او نه د اسمانونو په درولو کې کومه ونډه لري. «أَمْ لَهُمْ شِرْکٌ فِی السَّماواتِ»
7-له مخالفینو سره په شخړه او خبرو اترو کې پر ګډو ټکیو تکیه کوئ. (مشرکانو د الله تعالی خالقیّت مانه. ) «أَمْ لَهُمْ شِرْکٌ فِی السَّماواتِ»
8-تر قرآن مخکې آسماني کتابونه د درناوي او ډاډ وړ دي. «ائْتُونِی بِکِتابٍ مِنْ قَبْلِ هذا»
9- په اندیزه شخړه او استدلال کې دې دلیل یا فطري یا شهودي «أَ رَأَیْتُمْ» یا نقلی، «بِکِتابٍ» یا عقلي وي «أَثارَهٍ مِنْ عِلْمٍ» او شرک هېڅ دلیل نه لري.
10-د هرې طرحې ادعا او منل دې یې منطقي/سولیز او د علم او استدلال پر بنسټ وي. (اِئْتُونِی بِکِتابٍ. . . أَوْ أَثارَهٍ مِنْ عِلْمٍ)
11- یادونه، یادگارونه او د تېرو آثار او فرهنګي میراث هغه مهال ارزښتمن دي، چې د پوهې او ودې نښې پکې وي. «أَثارَهٍ مِنْ عِلْمٍ»
وَ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ یَدْعُوا مِنْ دُونِ اللّهِ مَنْ لا یَسْتَجِیبُ لَهُ إِلی یَوْمِ الْقِیامَهِ وَ هُمْ عَنْ دُعائِهِمْ غافِلُونَ«5»= او څوک تر هغه ډېر بېلارې دى، چې د الله پر ځاى داسې موجودات لمانځي، چې د قيامت تر ورځې يې (دعا) نه قبلوي او دوى یې له دعا ناخبره دي (؛ ځكه جامدات دي او غږ يې نه اوري).
وَ إِذا حُشِرَ النّاسُ کانُوا لَهُمْ أَعْداءً وَ کانُوا بِعِبادَتِهِمْ کافِرِینَ«6»= او چې كله خلك (د حساب لپاره) راټول کړاى شي، بوتان به د بوت نمانځو دښمنان وي او له عبادته يې منكرېږي!
ټکي:
*په شناخت، ښاندې او پېژندنې کې کږلاري، د لوړې کچې کږلاري ده او هغه چې علیم، قدیر، سمیع او بصیر، الله تعالی ته ورشا کړې او په نورو پسې ځي، پر داسې کږلارۍ اخته کېږي؛ ځکه غیرالله پر یوه کار هم وسمن نه دي.
*ددې سورت ۵ آیت د یونس سورت له ۲۹ آیت سره ورته دی، چې وايي: د مشرکانو معبودان په قیامت کې ورته وايي: «فَکَفی بِاللّهِ شَهِیداً بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمْ إِنْ کُنّا عَنْ عِبادَتِکُمْ لَغافِلِینَ » الله زموږ او ستاسې ترمنځ ګواه/لووی دی، چې موږ ستاسې له عبادته بې خبره وو.
*څومره ستر توپیر دی، د هغه معبود، چې دعا اوري او مني یې، «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ»[17] او د هغه معبود، چې هېڅکله نه اوري او ځواب نه درکوي. «مَنْ لا یَسْتَجِیبُ لَهُ» او که وا یې وري؛ نو د ځواب ورکولو وس نه لري! «إِنْ تَدْعُوهُمْ لا یَسْمَعُوا دُعاءَکُمْ وَ لَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجابُوا لَکُمْ» [18]
د انسان په ژوند کې د الله او غیرالله د ونډې توپیر
الف: د انسان په ژوند کې د الله تعالی ونډه
- پنځګر یې الله تعالی دی. «خَلَقَ الْإِنْسانَ» [19]
- د انسان او نړۍ پالونکی دی. «رَبِّ الْعالَمِینَ»[20]
- انسا پرې خورا ګران دی. «بِالنّاسِ لَرَؤُفٌ»[21]
- د انسان دعاوې اوري. «سَمِیعُ الدُّعاءِ»[22]
- غږ یې اوري/فریادرس یی دی. «یُجِیبُ الْمُضْطَرَّ» [23]
- انسان ته سمه لارښوونه کوي. «الَّذِینَ جاهَدُوا فِینا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنا»[24]
- د انسان ملاتړ او پالندوی دی. «وَ هُوَ یَتَوَلَّی الصّالِحِینَ»[25]
- انسان ته وده او تکامل ورکوي. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ»[26]
- انسان ته ډاډ، ټکور او تسل ورکوي. «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» [27]
- انسان ته ښوونه کوي. «الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»[28]
- د انسان په ژوند کې پراخي راوړي. «لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَأَزِیدَنَّکُمْ»[29]
- رنځ یې رغوي. «وَ إِذا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِینِ[30]
- د ګاندې/ راتلونکې هیله یې ده. «وَ الَّذِی أَطْمَعُ أَنْ یَغْفِرَ لِی خَطِیئَتِی یَوْمَ الدِّینِ»[31]
ب:د انسان په ژوند کې د غیرالله ونډه
- په پنځون کې یې ونډه نه لري. «لَنْ یَخْلُقُوا ذُباباً»[32]
- د انسان له غوښتنو بې خبره دی. «وَ هُمْ عَنْ دُعائِهِمْ غافِلُونَ» [33]
- د انسان دعاوې نه اوري. «لا یَسْمَعُوا دُعاءَکُمْ» [34]
- انسان ته له ځواب ورکوونې بېوس دی. «یَدْعُوا مِنْ دُونِ اللّهِ مَنْ لا یَسْتَجِیبُ لَهُ» (احقاف، 5)
- د انسان دښمن دی. «کانُوا لَهُمْ أَعْداءً» (احقاف، 6)
- پېښو ته د ټینګې نه دي. «فَلا یَمْلِکُونَ کَشْفَ الضُّرِّ عَنْکُمْ»[35]
- انسان ته نه ګټه رسولای شي او نه یې له تاوانه ژغورلای شي. «ما لا یَضُرُّهُمْ وَ لا یَنْفَعُهُمْ» [36]
او په لنډو، د یوسف علیه السلام د وینا له مخې: «أَ أَرْبابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَیْرٌ أَمِ اللّهُ الْواحِدُ الْقَهّارُ[37]یا خواره واره او بېلابېل خدایان غوره دي، که ایکي یو ځواکمن الله ؟
پېغامونه:
1-د بشر د خورا لوړې کچې کږلاري، اندیزه او ګروهیزه کږلاري ده. «مَنْ أَضَلُّ»
2-بې د الله تعالی له لارې؛ نورې ټولې کږې دي. «مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ یَدْعُوا مِنْ دُونِ اللّهِ»
3-خلک خو د دنیا لپاره په غیرالله پسې ځي، خو هغوی نه یوازې په دنیا کې مرسته نه کوي؛ بلکې په آخرت کې هم دښمنان شي. (لا یَسْتَجِیبُ لَهُ. . . کانُوا لَهُمْ أَعْداءً)
4-دنیوي غیرالهي او په شرک ککړې اړیکې، په قیامت کې په کینه او دښمنانه اړیکو اوړي. «إِذا حُشِرَ النّاسُ کانُوا لَهُمْ أَعْداءً»
5- د الله تعالی پرځای له نورو غوښتنه، یو ډول عبادت او لمانځنه ده، چې له توحید سره په ټکر کې دی. (دُعائِهِمْ. . . بِعِبادَتِهِمْ)
6-خیالي معبودان، په دنیا کې د خپلو مریدانو له عبادته غافل او په قیامت کې ترې نټه/انکار کوي. «عَنْ دُعائِهِمْ غافِلُونَ، بِعِبادَتِهِمْ کافِرِینَ»
وَ إِذا تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا بَیِّناتٍ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمّا جاءَهُمْ هذا سِحْرٌ مُبِینٌ«7»= او چې کله زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛ نو كافران دوی ته د ورغلي حق په مقابل کې وايي: (( چې دا (قرآن) څرګندې كوډې دي. ))
ټکي:
* د «مُبِینٌ» کلمه، د انبیاوو د معجزو او کلام د سرباندې – فوق العاده پیاوړي اغېز ښکارندوی دی، تردې چې خلک یې کوډې او جادو ګڼي.
* چې منکرانو به د قرآن آیتونه اورېدل؛ نو ډول ډول خبرې او دریځونه یې درلودل؛ لکه:
- دا مو مخکې اورېدلي، که وغواړو، په څېر یې ویلای شو. «إِذا تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا قالُوا قَدْ سَمِعْنا لَوْ نَشاءُ لَقُلْنا مِثْلَ هذا»[38]
- هغه مهال قرآن کریم درسره منو، چې د بوتانو د نفې آیتونه ترې لرې یا واړوې. «ائْتِ بِقُرْآنٍ غَیْرِ هذا أَوْ بَدِّلْهُ» [39].
- مال او شتمني مهمه ده، نه بل څه. (قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا. . . أَیُّ الْفَرِیقَیْنِ خَیْرٌ مَقاماً [40])
- په کبر به یې شا واړوله. «قَدْ کانَتْ آیاتِی تُتْلی عَلَیْکُمْ فَکُنْتُمْ عَلی أَعْقابِکُمْ تَنْکِصُونَ» [41]
- دروغجناوه یې. «أَ لَمْ تَکُنْ آیاتِی تُتْلی عَلَیْکُمْ فَکُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ»[42]
- ځان به یې پرې ړوند کوڼ کړ. «إِذا تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا وَلّی مُسْتَکْبِراً کَأَنْ لَمْ یَسْمَعْها»[43]
- هغه یې افتراء او بدعت ګاڼه. «قالُوا ما هذا إِلاّ رَجُلٌ یُرِیدُ أَنْ یَصُدَّکُمْ عَمّا کانَ یَعْبُدُ آباؤُکُمْ وَ قالُوا ما هذا إِلاّ إِفْکٌ مُفْتَریً» [44]
- بې دلیله، تعصبي او ناسم مخالفت او چلن یې کاوه. «ما کانَ حُجَّتَهُمْ إِلاّ أَنْ قالُوا ائْتُوا بِآبائِنا»[45]
- ادعا یې کوله، چې قرآني آیتونه افسانې دي او واقعیت نه لري. «إِذا تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ». [46]
- الهي پېغام او پېغمبر یې کوډې او جادو ګاڼه. «قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمّا جاءَهُمْ هذا سِحْرٌ مُبِینٌ[2]»
پېغامونه:
1-که ځېل لاسبری شي؛ نو له څرګندو نښو هم نټه کېږي. «وَ إِذا تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا بَیِّناتٍ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا»
2- د قرآن کریم آیتونه، روښانه او روښانوونکي دي. «آیاتُنا بَیِّناتٍ»
3-د انبیاوو معجزې، تور زړو ته، ناباور وړ؛ خو په زړه پورې، پاموړ او غیرعادي وې. «هذا سِحْرٌ مُبِینٌ»سس
أَمْ یَقُولُونَ افْتَراهُ قُلْ إِنِ افْتَرَیْتُهُ فَلا تَمْلِکُونَ لِی مِنَ اللّهِ شَیْئاً هُوَ أَعْلَمُ بِما تُفِیضُونَ فِیهِ کَفی بِهِ شَهِیداً بَیْنِی وَ بَیْنَکُمْ وَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ«8»= بلكې وايي: ((دا (آيتونه) يې له ځانه جوړ کړي دي!)) ووايه: ((كه له ځانه مې جوړ کړي وي (؛ نو مجازات به شم او) د الله له نيونې مې ژغورلاى نشئ، هغه په هغو چارو ښه پوهېږي، چې پکې بوخت ياست، الله زما او ستاسې ترمنځ بس شاهد دى او هغه بښونكى (او) لورين دى. ))
ټکي:
* «تُفِیضُونَ»له «افاضه» اخستل شوی او د ورننووتو، سرغړونې او راتویېدنې په مانا دی.
*که څوک په دروغو د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛ نو پر خدای دي، چې رسوا یې کړي او هېڅوک یې هم د رسوایۍ مخه نشي ډپ کولی او دفاع ترې نشي کړای.
پېغامونه:
1-ځېل او بې تقوایي، انسان بې تولې او په اوتو بوتو سر کړي. (په تېر آیت کې یې قرآن کوډې او په دې آیت کې پېغمبر دروغجن ګڼي. ) (هذا سِحْرٌ. . . اِفْتَراهُ)
2- شبهات بې ځوابه مه پرېږدئ، هرومرو یې ځوابوئ. ( یَقُولُونَ. . . قُلْ)
3-پر الله تعالی دورغ تړل داسې سزا او ورکاوی لري، چې څوک یې هم مخه نشي نیوای. «إِنِ افْتَرَیْتُهُ فَلا تَمْلِکُونَ لِی مِنَ اللّهِ شَیْئاً»
4- د دښمن هره خبره فسادي وي. (یَقُولُونَ افْتَراهُ. . . تُفِیضُونَ فِیهِ)
5-د الله تعالی پر شتون ایمان، هم له سرغړونو غوره مخنیونکی دی او هم د ایمانوالو لپاره هیله ده. «کَفی بِهِ شَهِیداً»
6-په روزنه کې منځلاري وسئ، وېره او هیله یو د بل ترڅنګ اوڅاروئ. ( هُوَ أَعْلَمُ بِما تُفِیضُونَ. . . وَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ)
7-پرېکندتوب د مینې ترڅنګ خوند کوي. (فَلا تَمْلِکُونَ لِی مِنَ اللّهِ. . . وَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ)
8-ان کفارو او د رسالت منکرینو ته هم د توبې لار پرانستې ده. (هُوَ أَعْلَمُ بِما تُفِیضُونَ. . . وَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ)
قُلْ ما کُنْتُ بِدْعاً مِنَ الرُّسُلِ وَ ما أَدْرِی ما یُفْعَلُ بِی وَ لا بِکُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاّ ما یُوحې إِلَیَّ وَ ما أَنَا إِلاّ نَذِیرٌ مُبِینٌ«9»= ووايه: (( زه (د الله) د استازيو (له لړۍ) لومړنى استازى نه يم او نه پوهېږم، چې له ما او تاسې سره به څه وشي، زه خو یوازې په هغه څه پسې روان يم، چې پر ما وحې كېږي او زه يوازې يو ښكاره گواښگرندى يم. ))
ټکي:
* «بدع»، بې مخینې او نوې راښکاره شوې ښکارندې ته وايي. مخالفانو له پېغمبر اکرم (ص) سره داسې چلن کاوه، ته وا تر اوسه، بېخي بل پېغمبر نه دی راغلی او بې مخینې نوې راښکاره شوې ښکارنده ده.
* پېغمبر یوازې په هومره غیبو پوهېږي، چې الله تعالی ترې خبر کړی، «تِلْکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْبِ نُوحېها إِلَیْکَ» [47] او بې له الهي ورکړې، وحې او ښوونې هېڅوک له غیبو او ګاندې/راتلونکې خبر نه دی.
لکه څنګه چې قرآن وايي: «فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ» [48]
* د پېغمبراکرم خبرې وحې دي، «ما یَنْطِقُ عَنِ الْهَوی إِنْ هُوَ إِلاّ وحې یُوحې»[49]او په کړنو کې هم یوازې د وحې لاروی دی، «إِنْ أَتَّبِعُ إِلاّ ما یُوحې إِلَیَّ»؛ نو پردې بنسټ، د پېغمبر اکرم (ص) وینا او سیره، ټولو خلکو ته بېلګه او حجت دی.
پېغامونه:
1- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دنده درلوده، چې شبهاتو ته ځواب ورکړي. (قُلْ. . . )
2-الهي مشر، ان له حقانیته په دفاع کې هم د الله تعالی پر احکامو عمل کوي. (قُلْ ما کُنْتُ. . . )
3-د پېغمبرانو بعثت او رسالت یې د تاریخ په ترڅ کې یو پرله پسې بهیر و. «ما کُنْتُ بِدْعاً مِنَ الرُّسُلِ»
4- شبهاتو ته دې په منطق/سول او سړه سینه ځواب وویل شي. مخالفانو به ویل: (سِحْرٌ مُبِینٌ. . . اِفْتَراهُ)؛ پېغمبر اکرم به ویل: (کَفی بِهِ شَهِیداً. . . ما کُنْتُ بِدْعاً مِنَ الرُّسُلِ)
5-داچې خلک له نویو مسایلو سره حساسیت ښيي؛ نو د تاریخ او مخینې ویل یې اړین دي. «قُلْ ما کُنْتُ بِدْعاً مِنَ الرُّسُلِ»
6- رسالت ته پر هر څه پوهه پکار نه ده. «ما أَدْرِی»
7-مشر دې له خلکو سره رښتین وي. «وَ ما أَدْرِی ما یُفْعَلُ بِی وَ لا بِکُمْ»
8-د مشترکاتو په ویلو کې، لومړی له ځانه پیل کړئ او بیا نور. «ما یُفْعَلُ بِی وَ لا بِکُمْ»
9-د پېغمبر اکرم (ص) دنده، پر خلکو په زور ایمان راوړل نه؛ بلکې دنده یې یوازې زېری او ګواښنه ده. «ما أَنَا إِلاّ نَذِیرٌ مُبِینٌ»
10-غافلو ته تر هیلې، ګواښنه ډېره چارسازې ده. «ما أَنَا إِلاّ نَذِیرٌ مُبِینٌ»
قُلْ أَ رَأَیْتُمْ إِنْ کانَ مِنْ عِنْدِ اللّهِ وَ کَفَرْتُمْ بِهِ وَ شَهِدَ شاهِدٌ مِنْ بَنِی إِسْرائِیلَ عَلی مِثْلِهِ فَآمَنَ وَ اسْتَکْبَرْتُمْ إِنَّ اللّهَ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ«10»= ووايه: ((غور وكړئ، كه دا (قرآن) د الله له لوري وي او نه یې منئ او د بني اسرائيلو يو تن ګواه (لکه عبدالله بن سلام) هم په ورته (= تورات) یې ګواهي ورکړې وي؛ نو ايمان یې راوړی او تاسې یې هماغسې پر انکار ټينګ ولاړ ياست [ايا ظالمان نه ياست؟] په حقيقت كې الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. ))
ټکي:
* د غرور ځپل په ډېرو ځایونو کې پکار ده؛ لکه څنګه چې قرآن په بل ځای کې مؤمنانو ته په خطاب کې وايي: په تاسې کې چې څوک له خپل دینه واوړي؛ نو الله تعالی به تر تاسې غوره راوړي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا مَنْ یَرْتَدَّ مِنْکُمْ عَنْ دِینِهِ فَسَوْفَ یَأْتِی اللّهُ بِقَوْمٍ یُحِبُّهُمْ وَ یُحِبُّونَهُ» [50]او په بل ځای کې د پېغمبر اکرم مېرمنو ته په خطاب کې وايي: پلمې مه راوړئ، که پېغمبر مو طلاقې کړي؛ نو تر تاسې غوره به یې په برخه شي. «عَسی رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَکُنَّ أَنْ یُبْدِلَهُ أَزْواجاً خَیْراً مِنْکُنَّ» [51]
په دې آیت کې د مکې مشرکانو ته په خطاب کې وايي: تر تاسې مخکې، بني اسرائیلو د تورات پر حقانیّت گواهي ورکړه او ایمان یې پرې راووړ؛ که تاسې کفر وکړ او له منلو یې سرغړونه وکړئ، قرآن نه ټکنی کېږي، تاسې خپل عاقبت ته سوچ وکړئ.
* ډېرو مفسرانو ویلي: په «شَهِدَ شاهِدٌ» کې له «شاهد» نه مراد، مشهور یهودی عالم؛ ((عبداللّه بن سلام)) دی، چې په یهودو کې یې پر اسلام او د اسلام پېغمبر (ص) پر حقانیت ګواهي ورکړه.
پېغامونه:
1- انسان دې کله په خپلو کړنلارو او دریځونو کې سوچ وکړي، که په کبر یې د حق کوم غږ نه وي منلی؛ نو خپل استکبار ته به څه ځواب ولري. «أَ رَأَیْتُمْ»
2-له مخالفانو سره په خبرو اترو کې پر خپلو ګروهو تعصب مه څرګندوئ، چې آزادې ویینې ته زمینه چمتو شي. سره له دې چې پېغمبراکرم ډاډمن دی، چې قرآن د الله تعالی له لوري دی، بیا هم وايي: «إِنْ کانَ مِنْ عِنْدِ اللّهِ»
3- هغوی دې وستایل شي، چې په کږلاري چاپېریال کې مورچلونه ماتوي (خط شکني کوي). «وَ شَهِدَ شاهِدٌ»
4-د کفر جرړه په استکبار کې ده. «فَآمَنَ وَ اسْتَکْبَرْتُمْ» (د «کَفَرْتُمْ» پر ځای وايي:«اسْتَکْبَرْتُمْ»)
5-د وګړیو او ډلو ترمنځ ودې ته روغه سیالي رامنځ ته کول یو ارزښت دی. «فَآمَنَ وَ اسْتَکْبَرْتُمْ» (هغوی ایمان راووړ، تاسې کبر وکړ)
6-د قرآن او وحې په مقابل کې استکبار، ظلم دی. ( اِسْتَکْبَرْتُمْ. . . اَلْقَوْمَ الظّالِمِینَ)
7- ظلم د بصیرت/لیدانې مخنیونکی او له الهي پېرزوینو د بې برخېدو لامل دی. «إِنَّ اللّهَ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ»
وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلَّذِینَ آمَنُوا لَوْ کانَ خَیْراً ما سَبَقُونا إِلَیْهِ وَ إِذْ لَمْ یَهْتَدُوا بِهِ فَسَیَقُولُونَ هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ«11»= او كافرانو د مؤمنانو په اړه وويل: ((كه [اسلام ـ ايمان] څه ښه څيز واى (؛ نو په منلو كې یې) رانه ورمخکې كېداى نه شول)) او چې په دې (قرآن) يې سمه لار و نه مونده؛ نو وايي: (( دا خو پخواني دروغ دي. ))
ټکي:
* کفار ګومان کوي، چې یوازې همدوی پوهېږي او که کوم ګټور چار او ښېګڼه وي؛ نو تر ټولو مخکې یې لاس ته راوړي؛ داچې دوی ایمان نه دی راوړی؛ نو هرومرو ایمان کوم ښه چار نه دی!
* روسته ترهغې چې پېغمبراکرم وویل: «ما کُنْتُ بِدْعاً مِنَ الرُّسُلِ» رسالت خو کوم نوی څیز نه دی، زه نوی راښکاره شوی پېغمبر نه یم؛ نو دښمنانو د نبوت آر په ړنګولو لاس پورې کړ او و یې ویل: «هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ» دا زاړه دروغ او پخوانۍ دوکې دي.
پېغامونه:
1- کفار ځانونه تر مسلمانانو ډېر سیاڼه ګڼي. «لَوْ کانَ خَیْراً ما سَبَقُونا إِلَیْهِ»
2-تل د اسلام او مسلمانانو پرخلاف ناوړه ډنډورې وې. ( لَوْ کانَ خَیْراً ما سَبَقُونا. . . )
3-د قرآن په ښیون کې شک نشته؛ خو ځیليان او کبرجن یې نه مني. «وَ إِذْ لَمْ یَهْتَدُوا»
4-د دښمن خبره معلومه نه وي، نه یې سر معلوم دی او نه بر. کله وايي: اسلام ارزښت نه لري، ګنې تر هر چا مخکې به مو ایمان پرې راوړی و، «لَوْ کانَ خَیْراً ما سَبَقُونا» او کله وايي: دا مطالب خو یوازې پخواني دروغ دي. «فَسَیَقُولُونَ هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ»
5-کله دې روزنکی، تر خپلې روزنې لاندې وګړي، له ډول ډول ادعاوو، لېوالتیاوو او اوتو بوتو سره په آشنايۍ، هغوی ته د ځواب ورکولو لپاره بیمه/ډاډه کړي. (قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا. . . فَسَیَقُولُونَ. . . )
6-مشر او خلک دې د مخالفانو د اوتو بوتو وړاندوینه وکړي. «فَسَیَقُولُونَ»
7- مخالفان دومره ځيلیان دي، چې قرآن دروغ ګڼي او هم یې تاریخ تېری بولي. «هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ»
8-دا خو څه نوې خبره او شبهه نه ده، چې قرآن د پېغمبراکرم د وخت دی او نن نه پکارېږي، د پېغمبر اکرم د وخت د اند او اندنې مدعي مخالفانو هم دا اوتې بوتې ویلې. (هذا. . . قَدِیمٌ)
۹- د تور پورې کولو بدرنګي، یو فطري چار دی، ان کافرانو د اسلام د ماتې لپاره، دا ستر تور او افترا نوموله. « إِفْکٌ قَدِیمٌ »
وَ مِنْ قَبْلِهِ کِتابُ مُوسی إِماماً وَ رَحْمَهً وَ هذا کِتابٌ مُصَدِّقٌ لِساناً عَرَبِیًّا لِیُنْذِرَ الَّذِینَ ظَلَمُوا وَ بُشْری لِلْمُحْسِنِینَ«12»= او تردې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (موږ پکې د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي، چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي.
ټکي:
*د همدې سورت په 9 آیت کې مو د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له خولې ولوستل، چې ویل یې: زما پېغمبري خو څه نوې ښکارنده نه ده، دا آیت په هماغه آیت پسې دی او وايي: تر قرآن مخکې د موسی کتاب، امام او لارښود و.
البته تر قرآن مخکې د عیسی علیه السلام کتاب؛ انجیل اوڅار و، داچې د تورات نامه یې راوړې، علت یې دادی، چې په مدینه کې د پېغمبراکرم ډېری مخالفین، یهود وو. پردې سربېره د حضرت عیسی شریعت د حضرت موسی د شریعت دوام و او انجیل د تورات بشپړوونکی (مکمّل) دی.
* په قرآن کې، حضرت ابراهیم د امام په نامه اوڅار شوی، «إِنِّی جاعِلُکَ لِلنّاسِ إِماماً»[52]او د حضرت موسی کتاب، امام ګڼل شوی دی، «کِتابُ مُوسی إِماماً وَ رَحْمَهً» او د اسلام پېغمبر سیره او سنت بېلګه ښوول شوې ده، «لَقَدْ کانَ لَکُمْ فِی رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ» [53]مؤمنان هم له الله تعالی د متقيانو مشري غواړي. «وَ اجْعَلْنا لِلْمُتَّقِینَ إِماماً» [54]
* ددې سورت 9 آیت، پېغمبر اکرم «نَذِیرٌ» او دا آیت، قرآن«نذیر» ګڼي. ( لِیُنْذِرَ الَّذِینَ. . . )
لکه څنګه چې الله تعالی، پېغمبر، بشیر نومولی دی، «رُسُلاً مُبَشِّرِینَ وَ مُنْذِرِینَ» [55]او دې آیت، قرآن هم بشیر نومولی دی. «بُشْری لِلْمُحْسِنِینَ»
پېغامونه:
1- د اسماني کتابونه لېږل یو الهي قانون دی. «وَ مِنْ قَبْلِهِ کِتابُ مُوسی»
2-خلک بېلګې او لارښود ته اړتیا لري او آسماني کتابونه، چې د الهي لورنې یوه پلوشه ده، د خلکو مشران او لارښودوونکي دي. «کِتابُ مُوسی إِماماً وَ رَحْمَهً»
3-د سلاطینو د واکمنیو پرخلاف، چې اکثر له سرزورۍ او کږلارۍ سره مل حکومتونه دي، دیني مشري، له لورنې او ښیون سره اغږل شوې ده. «إِماماً وَ رَحْمَهً»
4-د اوسنیو په ستایلو کې، تېر مو هېر نشي. (وَ مِنْ قَبْلِهِ. . . وَ هذا کِتابٌ. . . )
5-د اسماني کتابونو ترمنځ همغږي، د دوی پر حقانیت دلیل دی. (وَ مِنْ قَبْلِهِ کِتابُ مُوسی. . . وَ هذا کِتابٌ مُصَدِّقٌ)
6-د تخریب او تور په مقابل کې ستاینه او تایید په کار دی. (هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ. . . هذا کِتابٌ مُصَدِّقٌ)
7- قرآن د تېرو آسماني کتابونو په تصدیق او تایید سره، پر دوی ستر حق لري. «مُصَدِّقٌ»
8- اسماني کتاب، ظالمانو ته د ګواښنې او نېکانو ته د زېري وزله ده. ( لِیُنْذِرَ. . .
وَ بُشْری)
9-د حق منل، احسان او نټه ترې پر ځان ظلم دی. (ظَلَمُوا. . . لِلْمُحْسِنِینَ)
إِنَّ الَّذِینَ قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا فَلا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُونَ«13»=په رښتینه کې هغوى چې وايي: ((الله مو پالونكى دى. )) بيا ټينګ پرې درېږي؛ نو هېڅ وېره پرې نشته او نه به غمجن شي.
أُولئِکَ أَصْحابُ الْجَنَّهِ خالِدِینَ فِیها جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ«14»= دوى جنتيان دي، چې د خپلو کړنو په بدل کې پکې تلمېشتي دي.
ټکي:
* د «رَبُّنَا اللّهُ» له ویلو مراد، یوازې لفظ نه؛ بلکې حق لار ټاکنه او پرې پاینه ده. په رښتینه کې د ایمان تر څرګندولو او د توحید تر منښتې مهم پرې څوار او پایینه ده. «ثُمَّ اسْتَقامُوا»
* «خَوْفٌ» له راتلونکي وېره او ډار دی او ((حزن)) د تېرو په اړه دی.
*حق خبره دې وشي، «قالُوا رَبُّنَا اللّهُ» دوام دې ومومي او پاینه دې پرې وي، «ثُمَّ اسْتَقامُوا» او عمل دې هم ورسره مل وي. «بِما کانُوا یَعْمَلُونَ»
* انسان په طبیعي توګه ارامي، هوساینه او تلپاتېینه غواړي او الله تعالی دې ټولو ته د رسېدو شرط، ایمان، صالح عمل او پکې پایینه ګڼلې ده.
*پر حق پایینه ستونزمنه؛ خو چې انعام یې له نعمتونو ډک او له غم او خپګان لرې جنت وي؛ نو اسان شي؛ نوځکه باید ستونزمنې چارې په سترو انعامونه جبران شي.
پېغامونه:
1-پر خپلو اوسنیو موقعیتونو مه غره کېږئ او یوازې ایمان څرګندونه بسیا مه بولئ؛ بلکې د کار پایله او راتلونکې په پام کې نیسئ. «قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا» (لکه څنګه چې حضرت یوسف، له کړاوونو او ستونزو تر خلاصون روسته او د مصر واکمنۍ ته تر رسېدو روسته وویل: «تَوَفَّنِی مُسْلِماً وَ أَلْحِقْنِی بِالصّالِحِینَ» [56] یا الله ! مسلمان مې مړ او له نېکانو سره مې راپاڅوې)
2-له الله تعالی ډار، له نورو ډارېدل له منځه وړي. ( رَبُّنَا اللّهُ. . . فَلا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ)
3-یوازې د الله تعالی پر لار تلوني دي، چې په خپلو تېرو نه پښېمانېږي. (رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا. . . لا هُمْ یَحْزَنُونَ)
4-د ایمان د ټینګښت او د نېکیو د دوام انعام، په جنت کې تلپاتېینه او جنتي نعمتونه دي. ( اِسْتَقامُوا. . . خالِدِینَ فِیها)
5-جنت، د کړنو والاوو ثواب دی، نه د کړتنو. «جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ»
وَ وَصَّیْنَا الْإِنْسانَ بِوالِدَیْهِ إِحْساناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ کُرْهاً وَ وَضَعَتْهُ کُرْهاً وَ حَمْلُهُ وَ فِصالُهُ ثَلاثُونَ شَهْراً حَتّی إِذا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَ بَلَغَ أَرْبَعِینَ سَنَهً قالَ رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ الَّتِی أَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَ عَلی والِدَیَّ وَ أَنْ أَعْمَلَ صالِحاً تَرْضاهُ وَ أَصْلِحْ لِی فِی ذُرِّیَّتِی إِنِّی تُبْتُ إِلَیْکَ وَ إِنِّی مِنَ الْمُسْلِمِینَ«15»= او موږ انسان ته له خپل موروپلار سره د ښېګڼې سپارښتنه كړې؛ مور يې په سختۍ د یوه پېټي په څېر پر ځان زغملی او په تکلیف يې زېږولى او د پر ګېډه كېدو او له تي پرېکون (پېر) يې دېرش مياشتې دی، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ((پالونكيه! توفيق راكړه چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو يم. ))
ټکي:
* «کُره » دنننیو سترنزو ته او«کَره » له بهره ستونزو ته وايي. [57]«أَوْزِعْنِی» د یو کار کولو ته د لېوالتیا او مینې رامنځ ته کولو ته وايي، چې الهي توفیق ورته وايي.
* له والدینو سره احسان، له الله تعالی سره ځانګړی مقام لري. په قرآن کې، پینځه ځل د «وَصَّیْنَا» کلمه کارېدلې، چې درې ځل یې والدینو ته ده. [58]
* په دې آیت کې د انسان جنیني؛ نوزېږي او تر څلوېښت کلنۍ پورې عمر ته اشاره شوې او دا عمر د انسان د بدني کمال لوړه څوکه ګڼل کېږي. «بَلَغَ أَشُدَّهُ وَ بَلَغَ أَرْبَعِینَ سَنَهً»
* له دې آیته څرګندېږي، چې د دوه ځانۍ لږ تر لږه پېر شپږ میاشتې دی؛ که دوه کاله تی ورکول، له دېرشو میاشتو کم کړو؛ نو لږ تر لږه شپږ میاشتې کېږي. «وَ حَمْلُهُ وَ فِصالُهُ ثَلاثُونَ شَهْراً»
* مور د دوه ځانۍ/ اومیندوارۍ پېر د کړاوونو او شیدې ورکولو په پار پر خپل اولاد ځانګړی حق لري او باید ډېره نېکي ورسره وشي؛ لکه څنګه چې په روایتونو کې، له مور سره پر نېکۍ خورا سپارښتنه شوې او پېغمبر اکرم په یوه روایت کې له مور سره پر نېکۍ درې ځل سپارښته کړې او ورپسې یې له پلار سره پر نېکۍ سپارښتنه کړې ده. [59]
پېغامونه:
1-له موروپلار سره د نېکۍ سپارښتنه، د تاریخ په ترڅ کې په ټولو ادیانو کې وه. («وَصَّیْنَا» د ماضي په چوکاټ کې راغلی دی)
2-له موروپلار سره احسان، له هغو انساني حقوقو ځنې دی، چې هر موروپلار یې پر خپلو اولادونو لري. «وَصَّیْنَا الْإِنْسانَ» (و یې نه ویل:«وصینا الذین آمنوا»)
3-له موروپلار سره په احسان کې، مسلماني یې شرط نه ده. «وَصَّیْنَا الْإِنْسانَ بِوالِدَیْهِ»
4-د کورني بنسټ پیاوړي کولو او د موروپلار د مقام خوندیتوب ته د الله تعالی ځانګړی پام دی. «وَصَّیْنَا الْإِنْسانَ بِوالِدَیْهِ إِحْساناً»
5-له موروپلار سره نه یوازې انفاق، مرسته او درناوی یې پکار دی؛ بلکې هر ډول نېکي ورسره پکار ده. ( «إِحْساناً» په نکره بڼه راغلی، چې هر ډول نېکي او احسان رانغاړي. )
6-له موروپلار سره احسان دې تل او څرګند وي، نه یې د اړتیا هومره او لنډمهال. (په «إِحْساناً» کې تنوین د ستریا او څرګندتیا نښه ده. )
7-د موروپلار تېرو زحمتونو ته پام پر انسان یې چوپړ اسانوي. (وَصَّیْنَا الْإِنْسانَ. . . حَمَلَتْهُ أُمُّهُ)
8-له موروپلار سره د احسان ښه بڼه هغه ده، چې بې د هغوی له ویلو وشي. «بِوالِدَیْهِ إِحْساناً» (په «بِوالِدَیْهِ» کې «ب» توری ددې ښکارندوی دی، چې له والدینو سره احسان دې په خپل لاس وي. )
9-د میندو زحمتونه او کړاوونه رایادول، د اولاد په عاطفې راپارونه کې ګټور دي. (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ کُرْهاً. . . کُرْهاً. . . )
10-د مور حق تر پلاره ډېر دی. د «والدین» تر کلمې روسته، د مور د کړاوونو خبره شوې ده. (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ کُرْهاً. . . )
11-ټول دیني احکام، اوامر و نواهي دلیل او فلسفه لري؛ خو له موروپلار سره د احسان په څېر د ځینو دلیل ویل شوی دی. (وَصَّیْنَا. . . حَمَلَتْهُ أُمُّهُ کُرْهاً. . )
12-څلوېښت کلني د انسان د بدني ځواکمنۍ او ودې لوړه څوکه ده. «بَلَغَ أَشُدَّهُ وَ بَلَغَ أَرْبَعِینَ سَنَهً»
13-الهي شکر د الله تعالی مرستې او توفیق ته اړتیا لري. «أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ»
14- د انسان یو شمېر نعمتونه، د موروپلار او نېکونو له لارې دي. «أَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَ عَلی والِدَیَّ»
15- بدني بلوغ، د مانیز بلوغ لاره چاره ده. (بَلَغَ أَشُدَّهُ وَ بَلَغَ أَرْبَعِینَ سَنَهً قالَ رَبِّ. . . )
16-د اولاد له لوري، د هغه څه مننه چې الله تعالی یې موروپلار ته ورکړي، د اولاد یو دنده او له موروپلار سره یو ډول احسان دی. ( أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ. . . عَلی والِدَیَّ)
17- نېکچاري، د الهي نعمتونو د شکر غوره لار ده. (أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ. . . أَعْمَلَ صالِحاً)
18-د نېکچارۍ ارزښت یې په تل کولو کې دی. «أَنْ أَعْمَلَ صالِحاً» («اعمل» مضارع فعل، د دوام او استمرار نښه ده)
19-هغه صالح عمل ارزښتمن دی، چې نږه وي او الله تعالی پرې خوشحاله شي. «أَعْمَلَ صالِحاً تَرْضاهُ»
20-صالح اولاد او ځوځات، موروپلار ته یو ویاړ دی. «أَصْلِحْ لِی فِی ذُرِّیَّتِی»
21-غوره دعا هغه ده، چې انسان پکې هم موروپلار ته او هم اولاد ته متوجه وي. (عَلی والِدَیَّ. . . أَصْلِحْ لِی فِی ذُرِّیَّتِی)
22-د هغو ناشکریو توبه او جبران پکار دی، چې د الله تعالی او موروپلار په اړه مو کړې دي. (وَ عَلی والِدَیَّ. . . إِنِّی تُبْتُ إِلَیْکَ)
23-د الله تعالی حکم ته تسلیمېدل، مسلمان ژوند کول او مسلمان مړه کېدل، د پاکانو او صالحانو دعا ده. «إِنِّی تُبْتُ إِلَیْکَ وَ إِنِّی مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
أُولئِکَ الَّذِینَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ ما عَمِلُوا وَ نَتَجاوَزُ عَنْ سَیِّئاتِهِمْ فِی أَصْحابِ الْجَنَّهِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِی کانُوا یُوعَدُونَ«16»= دا هماغه كسان دي، چې غوره كړنې یې منو او د جنتيانو په ډله كې یې له ګناهونو ورتېرېږو؛ (دا) هغه رښتيانۍ ژمنه ده، چې ورسره كېده.
ټکي:
*د کړنو منل کېدل، درجې لري:
الف)عادي منل کېدل. «إِنَّما یَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِینَ» [60] یوازې له متقیانو مني.
ب) ښه منل کېدل. «فَتَقَبَّلَها رَبُّها بِقَبُولٍ حَسَنٍ» [61]الله، مریم ښه ومنله.
ج)غوره منل کېدل. «نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ ما عَمِلُوا» او په دعا کې لولو: خدایه! په غوره توګه یې راځنې ومنه. «فتقبله منا باحسن قبولک»[62]
* که د انسان چارې حق ذات و نه مني؛ نو د کعبې جوړول هم بې ګټې وي، هغه مهال چې ابراهیم علیه السلام د کعبې ستنې پورته کولې، پر خپلو چارو او ځان و نه ویاړېده؛ بلکې و یې ویل: «رَبَّنا تَقَبَّلْ مِنّا» [63]ای پالونکیه! راځنې و یې منه.
*د انسان کړنې ډولونه لري: واجب (فرض)، حرام، مستحب، مکروه او مباح. الله تعالی له مؤمنانو په قیامت کې، له دې پینځو، غوره، چې واجبات او مستحبات دي، مني او له بدیو یې، که مکروهات دي که محرمات، تېرېږي او مباحات په منل شویو او رد شویو کې نه راځي. [64]
* هغه له خپلو ژمنو سرغړونه کوي، چې د ژمنې پرمهال یې پام نه وي او په بیړه ژمنه وکړي او یا تر ژمنې روسته بېوس او پښېمان شي؛ خو دا یوه ځانګړنه هم عالم او قادر الله تعالی ته ورمنسوبولای نشو.
پېغامونه:
1-د عمل ارزښت یې، په منل کېدو کې دی. ( أُولئِکَ الَّذِینَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ. . . )
2-له موروپلار سره احسان او له الله تعالی مننه، د انسان د نېکو کړنو د منل کېدو لاره چاره ده. (بِوالِدَیْهِ إِحْساناً. . . أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ. . . أُولئِکَ الَّذِینَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ)
3-په الهي درشل کې توبګار ګنهګار هم منل کېږي. ( أُولئِکَ الَّذِینَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ. . . وَ نَتَجاوَزُ عَنْ سَیِّئاتِهِمْ)
4-له موروپلار سره احسان او د الله تعالی شکر، د نېکیو د منل کېدو او له الهي بښنې د برخمنېدو لامل دی. ( إِحْساناً. . . أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ. . . نَتَجاوَزُ عَنْ سَیِّئاتِهِمْ)
5-د جنت کونجي، له موروپلار سره احسان او د الله تعالی شکر دی. ( إِحْساناً. . . أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ. . . فِی أَصْحابِ الْجَنَّهِ)
6-الهي ژمنې رښتینې دي. «وَعْدَ الصِّدْقِ»
7- انبیاء او ځایناستي یې، تل الهي ژمنې او پېغامونه، د خلکو غووږنو ته وررسوي. «کانُوا یُوعَدُونَ»
وَ الَّذِی قالَ لِوالِدَیْهِ أُفٍّ لَکُما أَ تَعِدانِنِی أَنْ أُخْرَجَ وَ قَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِی وَ هُما یَسْتَغِیثانِ اللّهَ وَیْلَکَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ فَیَقُولُ ما هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ«17»= او چاچې خپل مور و پلار ته وويل: (( اف (= د سپكاوۍ كوچنۍ خبره) پر تاسې! ايا ژمنه راكوئ، چې (له قبره ژوندی) را ايستل كېږم؟! حال دا تر ما مخكې ډېر قومونه تېر شوي (او يو هم ژوندى شوی نه دی))) او دوى دواړو الله ته زارۍ کولې، چې هلاک شوی! ايمان راوړه، بېشکه د الله ژمنه رښتیا ده!؛ نو ( اولاد يې) وايي: (( دا خو د تېرې زمانې زړې افسانې دي. ))
أُولئِکَ الَّذِینَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِی أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ إِنَّهُمْ کانُوا خاسِرِینَ«18»= دا هغه كسان دي، چې وينا (= د عذاب ژمنه) پرې پخه شوې؛ لکه چې تر دوى مخكې په يقين د تېرو (کافرو) پېريانو او انسانانو پر امتونو رښتینې شوې وه؛ (ځكه) چې دوى زيانکاران دي.
ټکي:
* «أُفٍّ» د کرکې او ناخوښۍ څرګندولو او ډول ډول سپکاوۍ او بې ادبۍ پر مانا دی.
*په تېر آیت کې، له موروپلار سره د احسان، پر الله تعالی د ایمان او د الهي نعمتونو د شکر اغېز، چې همېشنی جنت دی، اوڅار شو او په دې آیت کې د نااهل اولاد څېره، او تاواني پایله یې اوڅار شوې، چې یو له بل سره د دوو ډولو اولادونو د خبرې او چلن کړنلار، پرتله شي.
*په اخروي نړۍ کې د خلکو له حشر نه مراد، په یوه ځای او وخت کې د ټولو خلکو راټولېدل او محشورېدل دي؛ نه دا چې په هرو څو ورځو کې په دنیا کې مړي شوي، ژوندي شي، چې دا نااهله اولاد خپلو والدینو ته ووايي: ولې تېرې ډلې نه دي ژوندۍ شوې؟
*څوک چې پر معاد ایمان نه لري؛ نو خپله هستي، وړتیاوې او نعمتونه په ناڅيزه بیه معامله کوي او په قیامت کې به یې لاس تش، پانګه به یې تویې تللې وي او خواشینی تاواني دی.
پېغامونه:
1-نا اهل اولاد خپلو والدینو ته سپکې سپورې وايي او بې ادبي یې کوي: «أُفٍّ لَکُما»؛ خو ایمانوال والدین، د خپل اولاد ښيون ته هم له الله تعالی مرسته غواړي او هم یې نېکۍ ته رابلي او هم یې له بدیو منع کوي. «یَسْتَغِیثانِ اللّهَ وَیْلَکَ آمِنْ»
2- معمولاً له معاده منکر، نه استدلال لري او نه ادب. «أُفٍّ لَکُما أَ تَعِدانِنِی»
3- اولاد، آزاد، خپلواک او د خپلو کړنو پازوال/ مسول دی. ( أَ تَعِدانِنِی أَنْ أُخْرَجَ. . . وَیْلَکَ آمِنْ)
4- والدین د خپل اولاد د ارشاد او ښیون په اړه پازوال دي، که څه خبره یې و نه منل شي. ( أَ تَعِدانِنِی أَنْ أُخْرَجَ. . . وَیْلَکَ آمِنْ)
5-والدین، د خپل اولاد د بدني ودې او خورونې – تغذیې ترڅنګ یې، د مانیزې ودې پازاول هم دي. (حَمَلَتْهُ. . . بَلَغَ أَشُدَّهُ. . . هُما یَسْتَغِیثانِ. . . وَیْلَکَ آمِنْ)
6- والدین دې، خپل اولاد داسې وروزي چې قیامت وریاد او عاقبت سنجي وي. «آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ»
7- اولاد چې پر معاد ایمان و نه لري؛ نو والدینو ته هم ژمن نه وي. (أُفٍّ لَکُما. . . ما هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ)
8-د معاد منکران، مؤمنان روسته پاتې او ډبرپېري ګڼي او ځانونه نو اندي او عصري. «ما هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ»
9-له معاده د نټې او د والدینو د سپکاوي پایله هرومرو عذاب دی. ( قالَ لِوالِدَیْهِ أُفٍّ. . . أُولئِکَ الَّذِینَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ)
10-په کفر کې د اولاد ځېل لاملېږي، چې د دوی په اړه د موروپلار شوې دعا و نه منل شي. (وَ هُما یَسْتَغِیثانِ اللّهَ. . . حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ)
11- الهي قانون، د ټولو کږلاريو په اړه یو رنګ دی. «حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِی أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ»
12-په پېریانو او انسانانو کې کفر او له معاد نټه پخوانۍ مخینه لري. «أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»
13- پېري ته هم د انسان په څېر دنده ورکړه شوې، تمدن، مړینه، حساب و کتاب او د قیامت پر ورځ له الله تعالی ثواب او عذاب تر لاسه کوونکی دی. ( أُمَمٍ. . . مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ)
14-له معاد نټه او اندیز کوږوالی، درون تاوان لري. «إِنَّهُمْ کانُوا خاسِرِینَ»
15-ان په خورا کوشنۍ خبره هم د والدینو سپکاوی، یو ستر جرم دی، قرآن یې رټي او انسان تاواني کوي. ( أُفٍّ لَکُما. . . کانُوا خاسِرِینَ)
وَ لِکُلٍّ دَرَجاتٌ مِمّا عَمِلُوا وَ لِیُوَفِّیَهُمْ أَعْمالَهُمْ وَ هُمْ لا یُظْلَمُونَ«19»= او هر يوه (مؤمن و کافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي، چې الله دوی ته د خپلو کړنو پوره بدل وركړي او هېڅ تېرى به پرې ونشي.
ټکي:
* «لِیُوَفِّیَهُمْ» له «وفی» اخستل شوی او د پوره لاس ته راوړو په مانا دی؛ یعنې په قیامت کې د وګړیو سزا، ثواب او درجې پوره ورکول کېږي.
* په دنیا کې، د پوره سزا او ثواب ورکولو شونتیا نشته؛ ځکه دا نړۍ هم خورا کوشنۍ او هم محدوده ده او د دنیوي سزا آثار او تبعات یې بل ته سرایت کوي او د نورو د کړاو هم لاملېږي. هغو پېغمبرانو ته به څه انعام ورکړئ، چې په میلونونو انسانان یې له ناپوهۍ، شرک، درز، فساد او بېلابېلو کږنو انګېرنو ژغورلي دي؛ د دنیا غوره نعمتونه؛ لکه خوراک، اغوستوني او هوساینوزلې هم چې وي، بیا هم هېڅ دي؛ ځکه دا شونتیاوې خو د طاغوتانو لپاره هم شته.
لکه څنګه چې، هغه مجرمانو او جلادانو ته به په دې دنیا کې بې له سولۍ کولو څه سزا ورکړو، چې په زرګونو انسانان یې وژلي یا ټپي کړي، چې خورا ناڅيژه اوناعادلانه سزا ده.
پېغامونه:
1-نېکمرغي او بدمرغي، درجې او پړاوونه لري، چې انسان په کړنو وررسي. «لِکُلٍّ دَرَجاتٌ مِمّا عَمِلُوا»
2-په قیامت کې د درجو ټاکنو کچه، د انسان کړنې دي. «لِکُلٍّ دَرَجاتٌ مِمّا عَمِلُوا»
3-د قیامت یوه موخه، د خلکو د کړنو ارزونه ده. «وَ لِیُوَفِّیَهُمْ أَعْمالَهُمْ»
4- قیامت مؤمنانو ته انعام او ګناهګارانو ته سزا ده. «لِیُوَفِّیَهُمْ أَعْمالَهُمْ»
5-د وخت په تېرېدو، د انسان کړنې نه ورکېږي او نه له منځه ځي او په قیامت کې په بشپړه توګه انځورېږي. «لِیُوَفِّیَهُمْ أَعْمالَهُمْ» او بې له څه کوشنۍ نیمګړنې سزا او ثواب ورکول کېږي. «وَ هُمْ لا یُظْلَمُونَ»
وَ یَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِینَ کَفَرُوا عَلَی النّارِ أَذْهَبْتُمْ طَیِّباتِکُمْ فِی حَیاتِکُمُ الدُّنْیا وَ اسْتَمْتَعْتُمْ بِها فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذابَ الْهُونِ بِما کُنْتُمْ تَسْتَکْبِرُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَ بِما کُنْتُمْ تَفْسُقُونَ«20»=او پر هغه ورځ، چې كافران اور ته وروړاندې كړاى شي (ورته ويل كېږي:) تاسې خپل خیر او خوشحالي په خپل دنيوي ژوند کې پای ته رسولی او ګټه مو ترې اخستې ده؛ خو نن به د سپكوونكي عذاب سزا ځکه دركړاى شي، چې په ځمكه كې مو ناحقه سرغړونه كوله او له دې لامله چې له پولو اوښتئ.
ټکي:
* د شونتیاوو او نعمتونو له لاسه ورکول او پرې حسرت خوړل د مرګ له شېبې پیلېږي.
حضرت علي کرم الله وجهه د انسان د ساه ورکولو د څرنګوالي په اړه وايي: انسان د خپل ژوند په روستیو شېبو کې سوچ کوي، چې له خپل ژوند سره یې څه کړي او څنګه یې وخت تېر کړی دی. «یفکر فیم افنی عمره و فیم اذهب دهره[65]
په قرآن کریم کې، ځینو آیتونو دا حالت انځور کړی او وايي: انسان د مړینې پرمهال وايي: «ما أَغْنی عَنِّی مالِیَهْ. هَلَکَ عَنِّی سُلْطانِیَهْ»[66] شتمني مې راګټوره نشوه، وس او ځواک مې له لاسه ولاړ.
په دې آیت کې هم، انسانانو ته ویل کېږي: طیبات مو له لاسه ورکړل؛ خو څه مو زېرمه نه کړل.
* په قیامت کې، کله انسانان دوزخ ته ور وړاندې کړای شي، «یُعْرَضُ الَّذِینَ کَفَرُوا عَلَی النّارِ» او کله دوزخ دوی ته راوړاندې شي. «وَ عَرَضْنا جَهَنَّمَ یَوْمَئِذٍ لِلْکافِرِینَ» [67]او په بل پړاو کې مجرمان پکې وراچول کېږي. «خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ثُمَّ الْجَحِیمَ صَلُّوهُ» [68]
پېغامونه:
1- په قیامت کې، مجرمانو ته ډول ډول بدني او روحي کړاوونه دي. «یُعْرَضُ الَّذِینَ کَفَرُوا عَلَی النّارِ أَذْهَبْتُمْ» (د مجرمانو عذاب یې له رټنې او سپکاوي سره دی. )
2-له نعمتونو او طیباتو ګټنه انسان ته حلاله ده، «أُحِلَّ لَکُمُ الطَّیِّباتُ» [69]؛ خو ځاني غوښتنو ته یې کارول تاوان دی. «أَذْهَبْتُمْ طَیِّباتِکُمْ»
3- په دنیا کې د کبر سزا، په قیامت کې خواري او ذلت دی. «عَذابَ الْهُونِ بِما کُنْتُمْ تَسْتَکْبِرُونَ»
4-سرغړونه او کبر، د فسق او له حق کړۍ د وتو سریزه ده. (تَسْتَکْبِرُونَ. . . تَفْسُقُونَ)
5-دنننی کبر، د بهرنۍ ناوړه کړنې لامل دی. ( تَسْتَکْبِرُونَ. . . تَفْسُقُونَ)
وَ اذْکُرْ أَخا عادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقافِ وَ قَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهِ أَلاّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللّهَ إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ عَذابَ یَوْمٍ عَظِیمٍ«21»= او د عاديانو رور (= هود) درياد كړه، چې كله يې په شګلنه سيمه (احقاف) كې خپل قوم باخبر كړ، سره له دې چې په يقين تر ده (هود) مخكې او روسته ويروونكي (پېغمبران) تېر شوي ول (او ويې ويل): ((بې له الله بل څه مه لمانځئ (؛ ځكه) چې پر تاسې د سترې ورځې له عذابه وېرېږم. ))
ټکي:
* «احقاف» له «حقف» اخستل شوی او روانې شګې ته وايي او د عربستان په جنوب کې د یمن، عمان او عدن ترمنځ یوه شګلنه سیمه ده، چې د عاد قوم پکې مېشت و [70]
* په رور تعبیر، چې د صالح، شعیب او هود علیهم السلام په اړه راغلی دی. [71] حضرت هود «أَخا عادٍ»، یا یې له خپل ټبر سره د کورني تړاو له کبله و او یا یې د خپل قوم ښیون ته د زړه سواندۍ او رورولۍ د انګېزې په پار و.
* په نورالثقلین تفسیر کې لولو: د معتصم عباسي په پېر کې یې د عراق په بطائنیه سیمه کې، اوبو ته د لاسرسي په موخه یو څاه وکنله؛ خو اوبه پکې را و نه وتې او پرېښووله یې. د متوکل عباسي په پېر کې یې یوه څاه وکنله، چې غټ ګټ ته پکې ورسېدل، دا ګټ یې چې مات کړ؛ نو ناڅاپه سوړ باد ولګېد او یو شمېر وګړي یې ووژل. ددې هېښنده پېښې په اړه یې امام هادي (رح) وپوښت، آنحضرت وویل: هغه د احقاف او د هود د مشرک قوم سیمه وه، چې په سوړ باد هلاک شوي وو.
پېغامونه:
1-د تېرو له تاریخ سره آشنايي او د مهمو تاریخي پېښو یادونه، د زده کړې او سبق لامل دی. ( وَ اذْکُرْ. . . )
2- انبیاوو له خلکو سره په رورولۍ چلن کاوه. «أَخا عادٍ»
3-د تاریخ په ویلو کې له چټي سریزو تېرېږئ او د حرکتونو، ودو او پرېوتنو خوالې اوڅار کړئ. ( وَ اذْکُرْ. . . إِذْ أَنْذَرَ. . . )
4-انبیاء کږلاریو ته ګواښنه کوي. «إِذْ أَنْذَرَ»
5-د انبیاوو لومړي مخاطبان خپل شاوخوا وګړي او ټبر یې دی. «قَوْمَهُ»
6-ستونزمن جغرافیايي او چاپېریالیز شرایط د انبیاوو د هڅو مخنیوونکي نه ول. «بِالْأَحْقافِ»
7- د ګڼو پېغمبرانو رالېږل، یو الهي دود دی. «خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهِ»
8-د ټولو انبیاوو د کار موخه یوه او هغه هم توحید ته رابلنه وه. «أَلاّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللّهَ»
9-د بلنې غوره لار، د کړنو د پایلو وریادونه او عاقبت سنجونه ده. «إِنِّی أَخافُ عَلَیْکُمْ عَذابَ یَوْمٍ عَظِیمٍ»
قالُوا أَ جِئْتَنا لِتَأْفِکَنا عَنْ آلِهَتِنا فَأْتِنا بِما تَعِدُنا إِنْ کُنْتَ مِنَ الصّادِقِینَ«22»= (د عاد قوم) وويل: (( ايا راغلى يې، چې (په دروغو دې) موږ له خپلو معبودانو واړوې؟!))؛ نو كه له رښتينو يې، هغه څه (عذاب) راوله، چې ژمنه يې راسره كوې!))
قالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ وَ أُبَلِّغُکُمْ ما أُرْسِلْتُ بِهِ وَ لکِنِّی أَراکُمْ قَوْماً تَجْهَلُونَ«23»= (هود) وويل: (( په يقين (د عذاب د راتلو) وخت يوازې الله ته معلوم دى (او پوهېږي، چې څه وخت سزا دركړي، زما ژمنه داده، چې) خپل رسالت دررسوم؛ خو تاسې وينم، چې ناپوهي کوئ. ))
پېغامونه:
1- پېغمبران د خلکو د ورتګ په تمه نه ول؛ په خپله به په خلکو پسې ورتلل؛ خو معمولا ښه راغلاست یې نه کېده. «أَجِئْتَنا»
2- کله شرک او بوت نمانځنه، داسې حق برېښي، چې توحید او ایکي یووالی کږلاري شمېري. «لِتَأْفِکَنا عَنْ آلِهَتِنا»
3- پر ټولو تکویني حقایقو پوهه او علم، په الله تعالی پورې ځانګړی دی. «إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ»
4- پېغمبرانو هم علمي محدودیت درلود او په دې چار منښتي – معترف هم وو. «إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ» (کله په نه پوهېږم منښته پکار ده. )
5-د انبیاوو دنده، خلکو ته د الهي رسالت ور رسول دي. «أُبَلِّغُکُمْ ما أُرْسِلْتُ بِهِ»
6-په حق خبره کې د اندنې پرځای، د بېځایه عذاب راکوزېدو غوښتنه، د ناپوهۍ نښه ده. ( فَأْتِنا بِما تَعِدُنا. . . أَراکُمْ قَوْماً تَجْهَلُونَ)
فَلَمّا رَأَوْهُ عارِضاً مُسْتَقْبِلَ أَوْدِیَتِهِمْ قالُوا هذا عارِضٌ مُمْطِرُنا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِیحٌ فِیها عَذابٌ أَلِیمٌ«24»= نو چې كله يې هغه (الهي عذاب) د پلنې ورېځې په بڼه وليد، چې د دوی د ناوونو او ډنډونو پر لوري راروانه ده (؛ نو خوشحال شول او) ويې ويل:(( دا راته یوه باراني ورېځ ده (؛ خو ورته وويل شول:))) بلكې دا هماغه څه دي، چې تاسې یې راتلو ته بيړه كوله، دا يوه سیلۍ ده، چې پكې دردناك عذاب (نغښتى) دى!
تُدَمِّرُ کُلَّ شَیْءٍ بِأَمْرِ رَبِّها فَأَصْبَحُوا لا یُری إِلاّ مَساکِنُهُمْ کَذلِکَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِینَ«25»= د خپل پالونكي په حكم، هر څه ځپي (هو!) سهار يې كړ (؛ نو داسې شول) چې بې له هستوګنځيو يې نور څه نه ليدل کېدل، دغسې مجرمانو ته سزا وركوو.
ټکي:
* له «عارِضٌ» نه مراد پنډې ورېځې دي، چې په آسمان کې پیدا او ټول څنډ وپوښي. «أَوْدِیَهٌ» د «وادی» جمع، د درې او هستوګنځي په مانا دی.
* «تُدَمِّرُ» له «تدمیر» اخستل شوی او د هلاکولو او پوپنا کولو په مانا دی.
* عاد ټبر، چې له سختې وچکالۍ سره مخ و او ډېره موده وه، چې باران ته په تمه ول، د پنډو ورېځو په لیدو خوشحاله شول؛ خو بیا پوه شول، چې دا د نعمت ورېځ نه ده؛ بلکې د نقمت او بدمرغۍ ورېځ او هماغه عذاب دی، چې غوښتونکي یې وو او راتلو ته یې بیړه کوله.
پېغامونه:
1-د الهي قهر راښکته کېدل، تر غاړې خلاصونې روسته وي. ( أُبَلِّغُکُمْ. . . رِیحٌ فِیها عَذابٌ)
2-ځینې ورېځې ورښت نه کوي؛ بلکې د سختو او وېروونکیو توپانونو لاملېږي. مشرکانو د ورېځو په لیدو وویل: «هذا عارِضٌ مُمْطِرُنا»؛ خو حضرت هود وویل: (بَلْ هُوَ. . . رِیحٌ فِیها عَذابٌ)
3- طبیعت هم د الهي پېرزوینو بهیر دی، «أَرْسَلْنَا الرِّیاحَ لَواقِحَ» [72]او هم د الهي قهر وزله کېدای شي. «رِیحٌ فِیها عَذابٌ أَلِیمٌ»
4-کړوونکی عذاب یوازې په آخرت پورې ځانګړی نه دی؛ شونې ده په دنیا کې هم راپېښ شي. «رِیحٌ فِیها عَذابٌ أَلِیمٌ»
5-چې الهي قهر راشي؛ نو څوک یې مخه نشي نیوای. «تُدَمِّرُ کُلَّ شَیْءٍ»
6-د بادونو او ورېځو حرکت تصادفي نه؛ بلکې په الهي حکم دی. «بِأَمْرِ رَبِّها»
7-له مجرمانو راپاتې آثار د عبرت نندارتون دی. «لا یُری إِلاّ مَساکِنُهُمْ»
8- د مجرمانو تنس نسول یو الهي دود دی. «کَذلِکَ»
9-د خلکو د هلاکت لامل یې خپلې کړنې دي. «نَجْزِی الْمُجْرِمِینَ»
وَ لَقَدْ مَکَّنّاهُمْ فِیما إِنْ مَکَّنّاکُمْ فِیهِ وَ جَعَلْنا لَهُمْ سَمْعاً وَ أَبْصاراً وَ أَفْئِدَهً فَما أَغْنی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَ لا أَبْصارُهُمْ وَ لا أَفْئِدَتُهُمْ مِنْ شَیْءٍ إِذْ کانُوا یَجْحَدُونَ بِآیاتِ اللّهِ وَ حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ«26»=او په يقين موږ دوى [= د عاد قوم] ته په داسې څيزونو کې وس وركړى و، چې تاسې ته مو نه دى دركړى او غوږونه، سترګې او زړونه مو وركړي ول (؛ خو) داچې تل د الله له نښو منكر ول (؛ نو د عذاب نازلېدو پر مهال يې) غوږونه، سترګې او عقلونه هېڅ پکار رانغلل او هغه څه ترې راچاپېر شو، چې ټوكې یې ورپورې كولې.
پېغامونه:
1-که څه انسان په هڅه، شونتیاوې ترلاسه کوي؛ خو دا ټول د الله تعالی دي. «وَ لَقَدْ مَکَّنّاهُمْ»
2-زبرځواکونه چې راپرځول کېږي؛ نو نور خو دې په خپل حساب پخپله پوه شي. «تُدَمِّرُ کُلَّ شَیْءٍ. . . وَ لَقَدْ مَکَّنّاهُمْ»
3-په هر ځای کې شونتیاوې او شتمنۍ د ودې لامل نه دي. ( مَکَّنّاهُمْ. . . فَما أَغْنی عَنْهُمْ)
4- عبرت اخستو ته که د انسان اراده نه وي؛ نو نه یې توکیزې شونتیاوې او نه یې بدني ځواک په کار راځي. (فَما أَغْنی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ. . . إِذْ کانُوا یَجْحَدُونَ)
5-شتمني او توکیزې شونتیاوې هغه مهال ارزښتمنې دي، چې د صالح انسان په واک کې وي، ګنې همدا شونتیاوې او اسباب د انسان کړاووزلې کېږي. ( مَکَّنّاهُمْ. . . فَما أَغْنی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ. . . إِذْ کانُوا یَجْحَدُونَ)
6-د کفارو نټه او ملنډې یې د ورکاوي لاملېږي. (کانُوا یَجْحَدُونَ. . . کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ)
7-الهي سزاوې، د انسان د کړنو له ډول سره تړاو لري. «حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»
وَ لَقَدْ أَهْلَکْنا ما حَوْلَکُمْ مِنَ الْقُری وَ صَرَّفْنَا الْآیاتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ«27»= او په يقين موږ ستاسې په چاپېريال كې ډېر ښارونه تباه كړي او په بېلابېلو (ډولونو) مو (د خپل ځواک) نښې (اوسېدونکیو ته یې) ورڅرګندې کړي، په دې هېله، چې راستانه شئ.
پېغامونه:
1-الهي پرغز – قهر او ورکاوی تر غاړې خلاصونې روسته دی. ( أَهْلَکْنا. . . صَرَّفْنَا)
2-ځان ته د نږدېیو قومونو تاریخ مطالعه کړئ، چې اغېز یې ډېر دی. «ما حَوْلَکُمْ مِنَ الْقُری»
3- په تبلیغ کې رنګارنګي وي. «صَرَّفْنَا الْآیاتِ»
4-د انسان وده، فطرت او الهي لار ته په ورستنېدا کې ده. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
فَلَوْ لا نَصَرَهُمُ الَّذِینَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللّهِ قُرْباناً آلِهَهً بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ وَ ذلِکَ إِفْکُهُمْ وَ ما کانُوا یَفْتَرُونَ«28»= نو ولې هغو معبودانو مرسته ورسره و نه كړه، چې د الله پرځاى يې په دې ګومان نيولي ول، چې الله ته به يې ورنژدې كړي؟!؛ بلكې (معبودان) ترې ورك شول! دا یې د دروغو او له ځانه جوړو كړو (ګروهو) پايله وه.
پېغامونه:
1-د غیرالله معبودانو له بېوسۍ او ناچلۍ دې عبرت واخستل شي. «فَلَوْ لا نَصَرَهُمُ»
2-الهي قرب ته ورماتېدنه یو فطري چار دی او ان بوت نمانځو هم، بوتان الله تعالی ته د ورنږدېدنې وزلې ګڼل. «قُرْباناً آلِهَهً»
3-پر هغه تکیه وکړئ، چې په سخته او د اړتیا پر ورځ درته چمتو او حاضر وي؛ نه ورک او بې اغېز. «بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ»
4-دا یو بې بنسټه او موهوم ګومان دی، چې بوتان به د چا لاسنیوي وکړي. «ذلِکَ إِفْکُهُمْ وَ ما کانُوا یَفْتَرُونَ»
وَ إِذْ صَرَفْنا إِلَیْکَ نَفَراً مِنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمّا حَضَرُوهُ قالُوا أَنْصِتُوا فَلَمّا قُضِیَ وَلَّوْا إِلی قَوْمِهِمْ مُنْذِرِینَ«29»=او (درياد كړه) چې څو تنه پېريان مو تا ته درواستول، چې قرآن واوري؛ نو چې ورته حاضر شول (يو بل ته يې) وويل: (( (د اورېدو پر مهال) چوپ شئ (او واورئ). )) او چې (د قرآن لوستل) پاى ته ورسېدل؛ نو د خپل قوم لوري ته خبروونكي ورستانه شول.
ټکي:
*له قرآن سره آشنایي، د هوښیارو خلکو لیدانه او د لیدو څنډې خلاصې او پراخوي. قرآن وايي: یوازې انسان د ارادې او شعور څښتن موجود نه دی؛ بلکې د پېري په څېر یو بل موجود هم، د هماغو شرایطو په درلود، ډېر ځواک لري.
* شونې ده په دې آیت کې په مشرکو او کږلارو انسانانو نیوکه شوې وي، چې ځان نږه عقل ګڼي، چې که تاسې ددې دومره آیتونو په اورېدو ایمان را نه وړئ؛ خو پېریانو د څو آیتونو په اورېدو ایمان راووړ او مبلغ یې هم شول.
پېغامونه:
1-چېرې چې د الله تعالی اراده وي؛ نو د حرکتونو لارې او مسیرونه بدلېږي. «صَرَّفْنَا»
2-پېری هم د انسان په څېر، عقل لري، مکلف او پازوال دی، د ټاکنې واک لري او خپل همنوغي ته د ارشاد ځواک لري. ( یَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ. . . )
3-پېری هم خبر دی، چې د قرآن اورېدو پرمهال دې چوپ شي. ( یَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ. . . قالُوا أَنْصِتُوا)
4- تر حق پېژندو روسته، پر لار تګ هم پکار دی. (یَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ. . . وَلَّوْا إِلی قَوْمِهِمْ)
5-تبلیغ مو له خپلوانو او دوستانو پیل کړئ. «إِلی قَوْمِهِمْ»
6-چېرته چې وړتیا او چمتووالی وي؛ نو څو آیتونه او څو تذکره او وریادونې بسیا او چارساز وي[3]. « یَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ. . . وَلَّوْا إِلی قَوْمِهِمْ مُنْذِرِینَ»
7-پېری هم ټولنیز ژوند لري. ( نَفَراً مِنَ الْجِنِّ. . . وَلَّوْا إِلی قَوْمِهِمْ مُنْذِرِینَ)
قالُوا یا قَوْمَنا إِنّا سَمِعْنا کِتاباً أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسی مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِی إِلَی الْحَقِّ وَ إِلی طَرِیقٍ مُسْتَقِیمٍ«30»=ويې ويل: (( قومه ! په حقيقت كې داسې يو كتاب مو واورېد، چې تر موسى روسته رالېږل شوى او تر ده له مخکې راغليو کتابونو له نښو سره همغږى دى، حق او سمې لارې ته لارښوونه كوي.
پېغامونه:
1-د انسانانو پېغمبر، د پېریانو پېغمبر هم دی او ځینې پېریانو دنده درلوده، چې په خپله ټولنه کې د پېغمبرانو ادیان تبلیغ کړي. ( قالُوا یا قَوْمَنا إِنّا سَمِعْنا. . . )
2-پېریان د انبیاوو له تاریخ او آسماني کتابونو خبر دي. «کِتاباً أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسی»
3- پېریان د اسماني کتابونو له منځپانګې خبر دي. «مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیْهِ»
4-د آسماني کتابونو ترمنځ همغږي یې د حقانیت نښه ده. «مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیْهِ»
5-پېریان د څو آیتونو په اورېدو، پر حق پوه شول؛ خو د ابوجهل او ابولهب په څېر انسانان، چې یو عمر له پېغمبر اکرم سره وو؛ و یې نه غوښتل پر حق شي. «یَهْدِی إِلَی الْحَقِّ»
6- حق لار، نېغه او منځلارې ده او افراط و تفریط نلري. «یَهْدِی إِلَی الْحَقِّ وَ إِلی طَرِیقٍ مُسْتَقِیمٍ»
یا قَوْمَنا أَجِیبُوا داعِیَ اللّهِ وَ آمِنُوا بِهِ یَغْفِرْ لَکُمْ مِنْ ذُنُوبِکُمْ وَ یُجِرْکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ«31»= قومه! د الهي بلونكي بلنه ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې (الله) مو له ځینو ګناهونو درتېر شي او له دردناك عذابه مو بچ کړي.
ټکي:
* په قرآن کې ایمان، استغفار، قرض الحسنه او تقوا د الهي مغفرت د لاس ته راوړو لاملونه دي.
*په دې آیت کې د اسلامي ګروهې ټولو آرونو ته اشاره شوې ده: توحید: «آمِنُوا بِهِ»، نبوّت: «داعِیَ اللّهِ» او معاد: «یُجِرْکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ»
پېغامونه:
1-د دین په تبلیغ کې له عاطفې، کورنیو او ټولنیزو اړیکو کار واخلئ. «یا قَوْمَنا» دوه ځل تکرار شوی دی.
2- انبیاء خلک د الله تعالی لوري ته بلي؛ نه خپل لوري ته. «داعِیَ اللّهِ»
3- په تبلیغ او نېکیو ته په بلنه کې، د کړنو آثار او اغېز ووایئ. ( أَجِیبُوا. . . یَغْفِرْ لَکُمْ)
4- ایمان ځینې ګناهونه؛ لکه کفر او شرک له منځه وړي؛ ځو ځینې ګناهونه؛ لکه د خلکو حق خوري، جلا حساب لري. «مِنْ ذُنُوبِکُمْ» (د«من» کلمه؛ یعنې د ګناهونو یوه برخه بښل کېږي. )
5- پېری هم د انسان په څېر مکلف دی او که سرغړونه یې وکړه؛ نو ګنهګار ګڼل کېږي او سزا یې ویني. ( ذُنُوبِکُمْ. . . عَذابٍ أَلِیمٍ)
وَ مَنْ لا یُجِبْ داعِیَ اللّهِ فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْأَرْضِ وَ لَیْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءُ أُولئِکَ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ«32»= او څوك چې د الهي بلونكي بلنه و نه مني؛ نو (دا) په ځمكه کې الله بېوسولاى نشي [چې له عذابه يې وتښتي] او بې له الله یې څوك مرستندوى هم نشته. دغسې خلك په څرګنده بېلارۍ کې دي. ))
پېغامونه:
1-پېری د ټاکنې ځواک او اراده لري. ( أَجِیبُوا. . . وَ مَنْ لا یُجِبْ)
2-هڅونه او ګواښنه دې یو د بل ترڅنګ وي. ( یَغْفِرْ لَکُمْ. . . فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ)
3- کفر، انسان له ډپ سره مخوي؛ نه پخپله تښتېدای شي، (فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْأَرْضِ. . . )او نه یې څوک راخلاصولای شي. «لَیْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءُ»
4-بې د الله تعالې له لارې؛ نورې ټولې لارې څرګند بېلارېتوب دی او ورک به دې کړي. ( مَنْ لا یُجِبْ. . . فِی ضَلالٍ مُبِینٍ)
أَ وَ لَمْ یَرَوْا أَنَّ اللّهَ الَّذِی خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ لَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ بِقادِرٍ عَلی أَنْ یُحْیِیَ الْمَوْتی بَلی إِنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«33»= ايا نه پوهېږي، هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او په پنځون كې یې (بېوسې او) ستړى شوى نه دى (؛ نو) مړي هم راژوندي کولاى شي؟ هو! (؛ ځكه) چې هغه پر هر څه وسي دى.
ټکي:
* «لَمْ یَعْیَ» له «عی» اخستل شوی او د بېوسۍ په مانا دی.
*که دا آیت د پېریانو د خبرې دوام وګڼو؛ نو څرګندېږي، چې له معاده نټه په هغوی کې هم شته.
پېغامونه:
1-د معاد امکان ته، په هستۍ کې د الله تعالی ځواک ته وګورئ. ( أَ وَ لَمْ یَرَوْا. . . إِنَّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ)
2-الهي ځواک مطلق او نامحدود دی. «وَ لَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ»
3- آیا د معاد منکران، د مړیو بیا راژوندي کول د آسمانونو او ځمکې تر پنځونه ستونزمن چار بولي، چې نه یې مني ؟ (خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ. . . بِقادِرٍ عَلی أَنْ یُحْیِیَ الْمَوْتی)
وَ یَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِینَ کَفَرُوا عَلَی النّارِ أَ لَیْسَ هذا بِالْحَقِّ قالُوا بَلی وَ رَبِّنا قالَ فَذُوقُوا الْعَذابَ بِما کُنْتُمْ تَکْفُرُونَ«34»= او هغه ورځ درياده كړه، چې كافران اور ته وروړاندې کړای شي (او ورته وويل شي:) ايا دا رښتیا نه دى؟! وايي: ((ولې نه ! پر پالونكي مو قسم (چې رښتیا دی)!)) (په دې وخت كې الله) وايي: ((؛ نو د خپل همېشني انكار په بدل كې (د عذاب خوند) وڅكئ!))
ټکي:
*د احقاف سورت په ۲۰ آیت کې هم اور ته د کفارو د ور وړاندې کولو خبره وشوه، هلته ورټل شول: «أَذْهَبْتُمْ طَیِّباتِکُمْ فِی حَیاتِکُمُ الدُّنْیا»، چې تاسې په دنیا کې خپل نعمتونه له لاسه ورکړل او کومه زېرمه مو و نه کړه؛ خو په دې آیت کې پوښتلېږي: «أَ لَیْسَ هذا بِالْحَقِّ» آیا قیامت حق نه و؟
پېغامونه:
1- په قیامت کې جسمي او روحي عذاب سره یوځای دی. ( یُعْرَضُ. . . أَ لَیْسَ هذا بِالْحَقِّ)
2- کافران په قیامت کې د الله تعالی پر ربوبیت او د قیامت پر حقانیت منښته کوي. «بَلی وَ رَبِّنا»
3- په قیامت کې پر حقیقت منښته ګټه نلري. ( قالُوا بَلی وَ رَبِّنا. . . فَذُوقُوا. . . )
فَاصْبِرْ کَما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَ لا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ کَأَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ ما یُوعَدُونَ لَمْ یَلْبَثُوا إِلاّ ساعَهً مِنْ نَهارٍ بَلاغٌ فَهَلْ یُهْلَکُ إِلاَّ الْقَوْمُ الْفاسِقُونَ «35»= نو صبر وكړه؛ لكه څنګه چې “اولوالعزمه” [= ټينګ هوډيو] استازيو صبر كړى و او (عذاب) ته يې بيړه مه كوه؛ (ځكه) پر هغه ورځ چې دوى هغه څه وويني، چې ورته يې ژمنه ورکړاى شوې وه (؛ نو احساسوي، چې) ګنې (په دنيا كې) يله د ورځې يو ساعت تم شوي ول. (دا ټولو ته د پيغام) رسول (دي)؛ نو ايا بې له سرغړاندو بل څوك هلاكېږي ؟!
ټکي:
* عزم» هم د ارادې او هوډ په مانا دی او همه د عزیمه او شریعت په مانا او له «أُولُوا الْعَزْمِ» مراد، شریعت څښتني الهي استازي دي. اولواالعزم پېغمبران دادي:
- حضرت نوح 2. حضرت ابراهیم 3. حضرت موسی 4. حضرت عیسی 5. حضرت محمد، چې د احزاب سورت په ۷ آیت کې او د شوری سورت په ۱۳ آیت کې راغلي دي. «شَرَعَ لَکُمْ مِنَ الدِّینِ ما وَصّی بِهِ نُوحاً وَ الَّذِی أَوحېنا إِلَیْکَ وَ ما وَصَّیْنا بِهِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی وَ عِیسی»
* قرآن په ډېری آیتونو کې د انبیاوو د صبر په اړه خبره کړې ده؛ لکه:
«وَ لَقَدْ کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِکَ فَصَبَرُوا عَلی ما کُذِّبُوا وَ أُوذُوا حَتّی أَتاهُمْ نَصْرُنا»[73]= په رښتنیه، له تا مخکې پېغمبران هم وکړول او دورغجن وګڼل شول؛ خو صبر یې وکړ او الهي بریا یې په برخه شو.
بل آیت ټول پېغمبران صابران ګڼي. «کُلٌّ مِنَ الصّابِرِینَ» [74]
پېغامونه:
1-کفارو د اسلام له پېغمبر سره دومره ځېل کاوه او کړاوه یې چې د الله تعالی ډاډ، ټکور او تسل ته یې اړتیا درلوده. (فَاصْبِرْ کَما صَبَرَ. . . )
2-د کفارو سزا ته پاملرنه، د مؤمنانو صبر او څوار ته لار اواری کوي. «وَ یَوْمَ یُعْرَضُ اَلَّذِینَ کَفَرُوا. . . فَاصْبِرْ»
3- انسان بېلګې ته اړتیا لري او بېلګې یې په جوړونه او وده کې رغنده ونډه لري. «فَاصْبِرْ کَما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ»
4-ټول انبیاء په یوه درجه کې نه دي، «أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ» او د ټولو صبر هم یو شان نه و. «کَما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ»
5-د اسلام پېغمبر هم یو اولوا العزم پېغمبر دی؛ ګنې د اولوا العزم پېغمبرانو په څېر صبر کول ورته پکار نه وو. «فَاصْبِرْ کَما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ»
6-د کافرانو ځېل او سرسختي دومره ډېره وه، چې د «خُلُقٍ عَظِیمٍ» او «رَحْمَهً لِلْعالَمِینَ» څښتن، عذاب غوښتو ته اړباسي. (که څه په دې آیت کې په ځغرده د عذاب غوښتنه نه ده راغلې. ) «لا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ»
7-مشر دې پراخه سینه ولري. (فَاصْبِرْ. . . وَ لا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ)
8-خلکو ته مهلت ورکول یو الهي قانون دی. «وَ لا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ»
9-د آخرت په پرتله، د دنیا عمر؛ لکه په ورځ کې یوه ګړۍ ده. «لَمْ یَلْبَثُوا إِلاّ ساعَهً مِنْ نَهارٍ»
10- قرآن د تبلیغ غوره وزله؛ بلکې کټ مټ بلاغ او لوړه څوکه یې ده. «بَلاغٌ»
11- فسق، د وګړي او ټولنې د ورکاوۍ لامل دی. «فَهَلْ یُهْلَکُ إِلاَّ الْقَوْمُ الْفاسِقُونَ»
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآیتی
[1] اثنی عشری تفسیر
[2] -. فصّلت، 41.
[3] – منافقون، 8.
[4] – دخان، 38-39
[5] – غافر، 2.
[6] – فصّلت، 2.
[7] – شوری، 3
[8] – زخرف، 2-3.
[9] – انعام، 155.
[10] -. هُمَزه، 2-3.
[11] – شعراء، 129.
[12] – قصص، 39
[13] – حشر، 2.
[14] -. نساء، 78.
[15] – لقمان/25.
[16] – نورالثقلین تفسیر.
[17] – غافر 60
[18] – فاطر 14
[19] – الرحمن 3
[20] – حمد 2
[21] – بقره 143
[22] – آل عمران 38
[23] – نمل 62
[24] – عنکبوت 69
[25] – اعراف 196
[26] – جن 2
[27] – رعد 28
[28] – علق 4
[29] – ابراهیم 7
[30] – شعراء 80
[31] – شعراء 82
[32] – حج، 73.
[33] – احقاف، 5
[34] – فاطر، 14
[35] – اسراء، 56.
[36] – یونس، 18.
[37] – یوسف، 39.
[38] – انفال، 31
[39] – یونس، 15
[40] – مریم، 73
[41] -. مؤمنون، 66.
[42] – مؤمنون، 105
[43] -. لقمان، 7
[44] – سبأ، 43
[45] – جاثیه، 25.
[46] – قلم، 15
[2] (احقاف، 7)
[47] – هود، 49.
[48] – جنّ، 26-27.
[49] – نجم، 3-4.
[50] – مائده، 54
[51] – تحریم، 5.
[52] – بقره، 124
[53] – احزاب، 21
[54] – فرقان، 74
[55] – نساء، 165
[56] – یوسف، 101.
[57] – مفردات راغب
[58] – عنکبوت/ 8. لقمان/ 14 او همدا آیت.
[59] – نمونه تفسیر او کافي، ۲ټ، ۱۵۹ مخ
[60] – مائده، 27.
[61] – آل عمران، 37.
[62] – کافي، ۴ټ، ۱۶۵مخ
[63] – بقره، 127.
[64] – مجمع البیان او المیزان تفسیرونه.
[65] – نهج البلاغه، خطبه: 109.
[66] – حاقّه، 28-29.
[67] – کهف، 100
[68] – حاقّه، 30-31
[69] – مائده، 4.
[70] – التحقیق فی کلمات القرآن
[71] – هود، 50، 61، 84.
[72] -. حجر، 22
[3]. ژباړن: پښتو متل دی: د لمدو خټو لږې اوبه پکار وي.
[73] – انعام، 34.
[74] – انبیاء، 85.