تبلیغات

د غزل بابا یو څو غزلې غزل ډېر ښه یې احساس دی و ما نن سبا  یم چې د اشنا نه جدا نن سبا نمونځ که شي څو ما نه قضا نن سبا ما ته جنون ستا کړو ادا نن سبا کم شو په لیمو کې نظر هم د زړه ډېره که هر څو شوه […]

د غزل بابا یو څو غزلې

غزل

ډېر ښه یې احساس دی و ما نن سبا

 یم چې د اشنا نه جدا نن سبا

نمونځ که شي څو ما نه قضا نن سبا

ما ته جنون ستا کړو ادا نن سبا

کم شو په لیمو کې نظر هم د زړه

ډېره که هر څو شوه رڼا نن سبا

ګوره په هر چا هسې ورپېښ نه شې

وخته چې تېرېږي په ما نن سبا

وصله چې په ژوند کې مې بیا را نه شې

ښکاري مې الفت کې خلا نن سبا

ګوره چې موسکې نه شې اشنا زما

ډېره له ما کېږي خطا نن سبا

راشه زما عشقه که ما پوهه کړې

نشته د زړګوټي صدا نن سبا

ښکاري چې اشنا په مخاطب کړي ما

خیژي د هر څیز نه نوا نن سبا

دا په هواګانو کې مستۍ چې دې

ځوانه د حمزه شوه هوا نن سبا

www.andyal.com

ــــــــــــــــــــــــــ

خیر که زه اوس څومره یم ارزان په تا

پسته به هم دومره شمه ګران په تا

ماخله د وفا امتحان مه اخله

دا به زما هم شی امتحان په تا

پرېږده بوږنېدلي اوسوېلي زما

ګواښ به دې نور جوړ کاندي طوفان په تا

کړې به اسویلي په بې خیالۍ کې بیا

زباد به مې سلګۍ وي د ارمان په تا

ژوند دې مدامي په برخه هله شو

مړه چې شوه حمزه غوندې ځوانان په تا

www.andyal.com

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسانې په لوستو کې نه دي ګرانې سترګې ستا

سپرلي هم د ځوانۍ نه کړې اسانې، سترګې ستا

ساقي په یو نظر کې تغافل هم التفات

د ژوند په راز دې پوهې استاذانې سترګې ستا

اوس ګوره چې باده یې کړه زما د وینې جوش

کباب غواړي زما د زړه رندانې سترګې ستا

که ښکته شي هم، نېغې دې وي څوکې د بڼو

پښتو به راته زده کړې مسلمانې سترګې ستا

محفل کې درګورمه په دې نه یمه ګرم

دا سترګې دي د ښکلیو زما خانې سترګې ستا

شاید اکربکر مې د نظر و پښتني

نن شوې په بې لوظۍ چې پښېمانۍ سترګې ستا

په غېږه دا ادا کې یې ستونه وي زلمي

هوښیارې بلاګانې دي نادانۍ سترګې ستا

بوږنېږي د هوسۍ غوندې ورمخ چې شمه زه

ښایست دې یو په لس کړي پرېشانې سترګې ستا

ځواني یې تل تر تله د سخن شوله نصیب

حمزه چې دې لیدلي غزل خوانې سترګې ستا

رنګین غوندې لمسون کړې شفیق بیزې سترګې ستا

موجب مې د شبګیر شوې سحر خیزې سترګې ستا

دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې

پېغور هم ټیټې نه کړلې انګریزې سترګې ستا

سرور او کیفیت مې ستا له قهره شي سوا

مستي د میو راکاندي خونریزې سترګې ستا

احباب مې رنګ ته ګوري سپین او سور او زیړ او تور

دا چارې تل په ما کوي رنګریزې سترګې ستا

حیران یم د کمترې دي، د باز، که د شاهین

زړګی په یو نظر سره وړي تیزې سترګې ستا

ملکونه یې د زړونو کړه تالا په هر طرف

کاته څنګه معصوم کوي چنګیزې سترګې ستا

حمزه بې نوايۍ کې څومره خوږ دې کیفیت

اوس نه اوړي یو طرف هم غم انګیزې سترګې ستا

www.andyal.com

 

ـــــــــــــــــــ

غزل

حمزه بابا

چې خېشتې نن په مُل کړې زلفې ستا

مشاطې هله کاکل کړې زلفې ستا

عفوه بویه پریشان د اشتیاق وم

ما د بل په تېر کې ښکل کړې زلفې ستا

چا ورېځې، چا تَیری کړې، چا دامونه

چا ځنګل او چا سنبل کړې زلفې ستا

زه سپین زړه ساده پښتون وم قسمت ماته

سیاه زړه لکه مغل کړې زلفې ستا

چې مې خوښې وې پرېشانې اوس پرېشان یم

ما عادي د تغافل کړې زلفې ستا

د وریځې زړه راډک کړه شوو ورېدو ته

چانچوړې په منګول کړې زلفې ستا

اوس په قهر ما حمزه ته نه رپېږي

چې اشنا د تامل کړي زلفې ستا

www.andyal.com

اندیال وېبپاڼه

ـــــــــــــــــــــ

زلفې که وریځې دي، ښوري په خندا خندا

مسته د ښکلا جلوې ، پلوري په خندا خندا

اوښکو ته مې موسکه شه، تاته چې معلومه شي

څنګه کړي د نمر صفت ، ستوري په خندا خندا

دا ښکلې ادا شمعې، زده زما له یاره کړه

وايي هر مین ماته، ګوري په خندا خندا

ډک وي د اغزو چې یار، کوم ګوذار د ګل کوي

ما د ځیر کتو په تور ، زوري په خندا خندا

ورک چې تصور یې شو، دا دی کوم مقام حمزه

ماته هرکلی وايي، لوري په خندا خندا

www.andyal.com

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دم د بې دمانو چې اشنا نه کا پیدا

خدایږو چې یې دم د مسیحا نه کا پیدا 

پرخې د سحر یوې غوټې ته وې په غوږ کې :

هغه څه ژړا ده چې خندا نه کا پیدا

خضر دې رهبر شي د هر چا لازمه نه ده

ولې لاروی دې رهنما نه کا پیدا

پوهه شه جذبه یې د الفت نه ده کامله

ډېره د هجران چې تمنا نه کا پیدا

ښايي چې لټون د حمزه وکړي هله پسه

پلونه چې د تللیو په صحرا نه کا پیدا

ــــــــــــــــــــــــــ

بیا نونهال زما په اوښکو شو ګلشن د ژړا

عشق مې له سوزه نه سوخته کړو پېرهن د ژړا

لکه باران چې په لمن کې د وریځ وي نهان

داسې مه ډکه د ګوهرو نه دامن د ژړا

دیده یې آب وي هر ساعت داسې یې رنګ ورکړو خپل

جوړ پشکال شو له خندا چې و دښمن د ژړا

مړه حسرتونه مې وو تږي د وصلت د اوبو

د اسویلو مې فاتحه ورکړه کفن د ژړا

راځي په شکل د پتنګ سوزوالم بې شمار

سوزان چې شمع کړم د عشق په انجمن د ژړا

لښکر د اوښکو مې پسپا کړلو دښمن د فراق

د همدمانونه خالي مې شوو وطن د ژړا

تار د فراق به مې قبا د محبت جوړ کا

حمزه بڼو چې د یار در کړلو سوزن د ژړا

ــــــــــــــــــــ

 

نن اشنا زما د بې پتۍ نه شکایت کا

ښه دی د رقیب د مخلصۍ نه روایت کا

ښکته دې شي سترګې پښتنې چې مخامخ شي

ستا د بې لوظۍ څرنګه ښکلې معذرت کا

خوند کړي چې سپوږمۍ وي، شپه اوږده وي ستا مین وي

ستا د مخ او زلفو، شکایت او حکایت کا

ګوره چې طبیب هم کړې د ځان سره ملګری

راشي خپل رنځور ته څومره عیادت کا

زړه یې که وحشي دی په رو، رو به په دې جوړ شي

ځان که ستا د سترګو لیونو سره عادت کا

پسته یې بیا کونج د ګمنامۍ د زړه ارمان وي

هغه چې خواهش د نامورۍ او د شهرت کا

مینه به زما کړي د قارون غوندې شته منه

سترګې دې د بخل په انداز کې سخاوت کا

خدای زده چې چې دې چاته، خو هر یو یې ګڼې ځان ته

ستا ساده معصومې سترګې داسې اشارت کا

وساته خپل ځان دې د ضمیر د ملامت نه

څه شي حمزه څه! که زمانه دې ملامت کا

ــــــــــــــــــــــــــــ

څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعیت کا

ښکلی چې راشی زلفې غونډې په هیبت کا

پټ هنر دی ما ساته هر څو که پرېشان شي

تا به لکه ګل د اسویلو سره عادت کا

زلفې دې مغولې خوې یې سم نه شو کږې دي

شپې مې پښتنې دي، نه ګیله نه شکایت کا

شمع په ژړا ژړا کیسه د خندنو کړي

خدای زده چې د کومو سویو زړونو حکایت کا

ما که ستا د مخ حقله څه وکړه ښودنه

ترک به ملایان له کتابونو روایت کا

سیل د ګلو څه کړم چې نرګس ته کتی نشم

هغه هیرې شوې سترګې بیا د کتو ست کا

ډېره پېرزوېنه د ساقي نن په حمزه ده

 

سترګې یې سوا د پیمانو نه عنایت کا

سترګې یې سوا د پیمانو نه عنایت کا

چې نظر مې زخمي زړه ته لکه تار کا

د بڼو غشي د ستنو خوی اختیار کا

مرم په دې چې مې په مرګ نه راضي کېږي

دا څه ژوند دی؟ چې اقرار کا، نه انکار کا

که وزګار په کونج کې ناست وي مَین څه شي

په دې ډېره بېکارۍ به ځان د کار کا

زود رنجي د آیینه زړونو صفت دی

صافي ډېره قبلونه د غبار کا

زړه ځیګر مې دواړه وران د درد په وېش دي

که ثالث د بڼو غشی ښکلی یار کار

راز د مینې پټ ساتې که یار مې سیځي

په خندا چې د رقیب سره ګفتار کا

کړم که مینې لیونې خو د یو یار شوم

ځار له داسې غلطۍ چوک څوک هوښیار کا

د وصال خوب مې لیدلی که خوب وینم

که څوک ويښ مې له دې خوبه رابیدار کا

د اصول په نقطه ښخ د زړه قدم کړه

زمانه دې که حمزه لکه پرکار کا

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن هغه اشنا مې چې جلوه د زړه په طور کا

ګوره چې سرمه به مې د چا د سترګو نور کا

ستا په کونج د سترګو راکتو مې غم فنا کړ

ډېرې که تیارې وې رڼوځې به بې کافور کا

زه په پښتني شمله به ولې غره نه یم

هغه سروې قدې چې پخپل حسن غرور کا

ما ته بیدارۍ د شوګیرو دي ډېر ګرانې

څه شي که خوب کې یې جذبه راته حضور کا

سترګې خو زما د ټیټېدو بلدې نه دي

سترګې پښتنې دي احترام په ما ضرور کا

عقل په طلب د عاشقۍ څخه بوږنېږي

هسې نه چې لرې د فطرت نه دا فتور کا

مه وایه چې بېرته مرور نه پخلا کېږي

خوی به د وختونو نه څوک لرې د مرور کا

جام دې راته ویوه ساقي د زړو میو

سترګې کړه راپورته چې پیدا نوی سرور کا

ویې کړو قصور چې معطل دې کرم نه شي

بیا نو حمزه ولې قصور وار شو چې قصور کا

ــــــــــــــــ

غزل

حمزه بابا

کله د یار سترګې زما داسې استقبال کا

ما ته مستقبل او ماضي ښکلې لکه “حال” کا

حال یې محرک وي چې هر څوک په ژبه قال کا

حال خو هغه حال دی چې مې حال لکه د قال کا

ژوند د عناصرو اتصال نه انفصال دی

ژوند د عناصرو اتصال او انفصال کا

زړه ګوشه نشین دی خو چې خوښ شو په ګوښه کې

زغم یې پاتې نه دی په ذره ذره ملال کې

تور چې پورې نه شي د نېکانو څه ښایست دی

څومره فزوني د معشوقو د حسن خال کا

حسن چې پرېشان شي زړه راښکون یې یو په دوه شي

جوړه خورې زلفې سلسله د اختلال کا

کله خو یې قهر شي مرهم د خوږو زړونو

کله چې موسکۍ شي په مکیز مکیز قتال کا

تېرې هم رښتینې کاندي داسې وعده وکړي

نه شول دروغجن هیچرې ښکلې څه کمال دی

یو ځل دې څرګند شي خورې زلفې په نسیم کې

خیر د حمزه عمر که یوه جوټه د ټال کا

ژوند د عشق مې ولید چې ژوندون یې دی د خضر  

ژوند یې دریابي دي حمزه ژوند به دې محال کا

اندیال وېبپاڼه

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

دی ساده خو زمانه به یې قاتل کا

چې شباب یې د ښایست سره شامل کا

سیند د عشق ته مه ګډېږه سپک فطرته

تا ګوزار به لکه خلی په ساحل کا

ستا دې ډېری حیا زه له حیا تېر کړم

څوک وشندي ایمان مینه حاصل کا

محویت خو انتها د بېدارۍ ده

انتها د بېدارۍ سړی غافل کا

ما او یار که مخامخ کړې څه حاصل دی

آیینه به آیینې ته مقابل کا

زړه خو دا دی چې آشنا پکې میشته دی

چې ککۍ مې هم درزا لکه د دل کا

دا هوښیار له کومه راغی لیونو ته

اسویلې چې په ګرمۍ کې د محفل کا

ژوند مشکل دی ، که اسان دی خبر نه یم

خو طلب د اسانۍ یې لا مشکل کا

بې مهري د مهرویانو غنیمت دی

التفات یې دا مرض د دق نه سل کا

لیونی چې ځان له روغو حمزه ژغوري

چې رښتیا وي دا یو کار خو د عاقل کا

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا اوښکې چې د زړه نه زما سترګو ته تکل کا

چیستان د هغو مستو اشارو به ګنې حل کا؟

د دوو مېنو مینځ کې چې څوک راشي خیر یې نشته

دانه د ژواندانه به یې میچن د مینې دل کا

د هجر تورې تورې ګورې شپې خو به سبا کړې

لیکن د چا په وس کې ده چې خور د زلفو ول کا

واعظ به څومره پوه کړم خو یوه دې زما واوري

بس دومره چې دا زړه دی لږ له ما سره بدل کا

منزل د عاشقۍ کې چې پرېوتی نه ورانېږي

برېښنا به لاروو ته نښانې زما د پل کا

همدمه ددې سیند له غواصانو تپوس وکړه

څوک شته دی چې معلوم مې د اشنا د سترګو تل کا

چاړه د استبداد یې چې غالبه په اصول شوه

دې ښکلې حوصلې ته اوس پکار دي چې سر کل کا

دوه کاره کړي وربل د پښتني، چې په خورون شي

یو ځای کې یې مړ کړې، په بل ځای کې به اوربل کا

حمزه د محبت د تصرف نه به څه وایم

راغونډ یوه لمحه کې د ابد سره ازل کا

ــــــــــــــــ

که رامخ زما په لور هغه صنم کا

بتخانه به مې د زړه لکه حرم کا

ساقي زده له صراحي مې د زړه راز کړه

ورته ګوره چې عطا کوي سر خم کا

چې کږلیچ دې د هوس په وس کې نه وي

پاڅه مینې ته نعرې کړه چې یې سم کا

قام ته هغه دوه مخۍ توره پیدا کړئ

چې هم توره هم کارونه د قلم کا

عشقه ډېر به دې ژوندون شي مبارک شه

چې کاته په هر محفل کې راته کم کا

تل ګلان به د وفا ترې زرغونېږي

کومه خاوره چې مېنې اوښکې نم کا

بل قدم ته به د اشنا په درشل کېدي

که مین یې دوه جهانه یو قدم کا

حمزه مات به کړي سنګر د بیلتون هغه

چې لښکر د ارزوګانو منظم کا

ستا مینو کې حمزه هم عجب شی دی

چې پوښتنه هم د تانه ستا د چم کا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سِر دې پکې څه ؟ سر مې د فکر په زنګون کا

داسې خوشحالي خندا چې ګل په زړه چاودون کا

ستا غمونو وچه کړه زما د وجود ونه

وده پرې په خپله په مثال د افتیمون کا

زه یې وم غلط په سخاوت د کم سنۍ

هیڅ ترې خبر نه وم چې ځواني به یې قارون کا

بس په ټول محفل کې چې یو ما ته نه راګورې

خدایږو چې ما هم به د پتنګ غوندې پښتون کا

دا خو جوړ زما نه مرور په رښتیا لاړو

پاتې شوم په دې چې اوس به مخ راته راستون کا

ما دا شنا زلفې زولنې ځکه ستایلې

ګوره ددې خپل غزل کړۍ که مې مجنون کا

 

تېښته وکړه عشق وته که تنګ یې له حکمته

خپل “جمهوریت” چې ورتاوان په افلاطون کا

ته که د خپل سر نه ښکته زړه وته ورکوز شوې

تابه د خپل ځان هسې بې چون او بې چګون کا

ما وې ستا سبا خو هر یو نن زما نه ورک کړو

وې چې دا خبره لېونی د کوم پرون کا

کله به تعریف وکړي زاهد د هغو لبو

څښل چې د شرابو و رندانو ته مسنون کا

نن یې و حمزه ته له سحره سترګې سرې دي

داسې راته ښکاري چې جوړ زېرمه د شبخون کا

ـــــــــــ

ښه به وي له دې چې خوی د سپي وکا

نه ښايي پښتون ته چې بې پتې وکا

کله داسې وي چې بې سببه هم

زړه مې یو ناڅاپه خوشحالي وکا

نن د رقیب څنګه تندی روڼ وینم

چا به وی چې خوی به د سړي وکا ؟

بیا هم هغه سترګې پښتنې خو دي

وخو کړي نظر، که سرسري وکا

پام په هوسې سترګو یې غلط نه شې

ګواښ به په یورپ کې د زمري وکا

دا مې څه امید له هغه ګله و

خوی په خندا خندا کې د اغزي وکا

نور د پښتو غم چې حمزه و نه کړې

پس د تا نه غم به یې زلمي وکا

ــــــــــ

په زړه کې مینه په ظاهر کرکه

فطرت یې څه کا اوښکې څه کا؟

چې یې په خوله وي زما د زړه وي

زما په خوله شي چې څه په زړه کا

لایې دیدن شي د دیدن تنده

سترګې اوبه کا سترګې اوبه کا

اشنا چې وېښ شي دیدن یې کېږي

مېن نمونځونه په نمرخانه کا

اوس سنجیده شوه ځواني یې راغله

ګوزار په وروځو ګواښ په لیمه کا

اوس چې څه غواړم هغه نه غواړم

څه چې زه غواړم هغه خو نه کا

کله مې نه وینې که ګوري سم سم

کله بل خوا ګوري ما ته کاته کا

زه اسوېلې کړم هغه قهرېږي

که زه ساړه کړم هغه تاوده کا

طفلي بې صبره مسته ځواني شي

زاړه زلمي کا، زلمي زاړه کا

په موسېدو کړي انکار له وصله

څه په خوږو کې تراخه تراخه کا

فرش د نظر مې په ختمېدو دی

زه یم ناتوان او بې مهره تله کا

مینه شوه ځوانه ساتم یې پټه

جل چې شي پېغله خوند په کاله کا

مړه دي له عشقه چې ژوندي پايي

هغه ژوندي دي چې عشق یې مړه کا

حمزه ککۍ دې یار ته کړه کوزې

هلته به څه کړې چې لیمه سرې کړې

ــــــــــــــــــــــــــ

زلفې کړه خورې چې د توبې په زړه تیاره کا

شوخې دې ککۍ کړه چې مې دواړه ککۍ زړه کا

نه ده دا ژړا دې د رښتیاوو چې سپرلی دی

ګل ته خو دې ګوره د وربل د پاسه څه کا؟

اوس کله قصه د زړه په سترګو کې لوستی شي

ودرېږه دا تور زما د سترګو چې رانجه کا

‌ډېر زړونه تېروتي ستا په سترګو غلچکو دي

څنګه د ماشوم غوندې ساده ساده کاته کا

ګل چې سترګې پرانستې بې واکه په خندا شو

ځان ته یې چې پام شو اسویلی ساړه ساړه کا

زه پښتنو سترګو ته نیازبین زړه ورکومه

ګورم چې نیازبینه پښتنه ورسره څه کا

نن خو شه ګستاخ زما نظره پسرلی دی

ګوره چې حیا د هغه ګل اننګي سره کا

یو کرت خو خپله لار غلطه کړه سپرلیه

ګورم چې خزان ته، ستا په پله دلته راتله کا

زور د پسرلی هرهر شی راغی دباندې

اوس به حمزه واړه د دیدن وږي ماړه کا

ــــــــــــــــ

نن دې پوښتنه چې اشنا زما د زړه کا

خپلې برندې سترګې نه پوښتې چې څه کا

د ژوندي حسن په مړو سترګو قسم دی

چې ډېر مړي به ژوند کا ډېر به مړه کا

د همت زلمیو زړونه که بای نه کړل

نو به دوی د خوشحالۍ جونې واده کا

دا هنر زما نظر ته مینې زده کړو

چې بار خو دې کله زېړ او کله سره کا

خیر که کم په ټول محفل کې زه ښکاره شوم

خو اشنا چې راته ډېر نه ګوري ښه کا

د سړښت له زوره تود نظر دې څه شو

جې د غم ساړه نبضونه مې تاوده کا

تروږمۍ کې یې خپل حسن پرده در دی

په سپوږمې د پینځلسم کې به راتله کا

ته چې راغلې کوم دې خوښ دی چې یې وکړم

تشکر خو څوک په زړه او څوک په خوله کا

په ګل مخ کې یې بورا سترګو ته ګوره

ته به وایې د مستۍ نه الواته کا

برندباڼه دې جوړې ټیټ کړل زما اوښکو

احترام د ننواتي پښتانه کا

هغه سترګې چې ور وګورم کچه شي

څه کارونه په کچه کې د پاخه کا

تغافل کوه همداسې ډېره ښه ده

چې ستا خوې مې ارمانونه پښتانه کا

ګوره ټیټ زما نظر ته که باڼه کړې

پښتانه دي، پښتانه به میلمانه کا

حمزه ښکاري چې اوس پوهه به مطلب شو

چې اوس تا سره خبرې په لیمه کا

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست