عبادت څه ته وايي عبادت زموږ د پنځونې موخه ده قرآن وايي : ))وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. [الذاريات ٥٦ ]= او ما پېريان او انسانان يواځې ددې لپاره پيدا كړي چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او ماته رانژدې شي). کوم کارونه چې سرته رسوو،که د خداى د رضا […]
عبادت څه ته وايي
عبادت زموږ د پنځونې موخه ده قرآن وايي :
))وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. [الذاريات ٥٦ ]= او ما پېريان او انسانان يواځې ددې لپاره پيدا كړي چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او ماته رانژدې شي).
کوم کارونه چې سرته رسوو،که د خداى د رضا لپاره وي که زده کړه وي ،واده وي، د خلکو خدمت وي او يا د ځان او د ټولنې خدمت وي څه چې د عبادت بڼه پيدا کوي دا دي، چې سپېڅلې انګېزه او پاک نيت ولري او د قرآن په تعبير د خداى رنګ ((حجت الله)) ولري .
فطرت او عبادت
زموږ ځينې کارونه دعادت او ځينې هم د فطرت پربنسټ وي .ځينې عادتونه ارزښتمن دي لکه ورزش کول او ځينې نور يې بې ارزښته دي لکه د سګرټ څکل ؛خو که فطري وي؛يعنې د پاک او سپيڅلي فطرت پربنـسټ وي،چې خداى د انسان په خټه کې اغږلى؛نو تل به ارزښتمن وي .
فطرت تر عادت غوره دى ؛ځکه چې وخت ،ځاى،جنس ،نبيره،عمر او کال پرې اغېز نشي کړاى او دا ځانګړنې په ټولو انسانانو کې شته. د ساري په توګه هر انسان له خپل اولاد سره مينه کوي او په ځانګړې زمانې او اولس پورې اړه نه لري ؛خو د جامو اغوستل ،د ډوډۍ خوراک او عادتونه په بېلابيلو وختونو او ځايونو کې یو له بل سره توپير لري. په ځينو سيموکې به يو څيزعادت وي؛خو په نورو کې به نه وي. عبادت اوستاينه هم يو فطري امر دى؛ځکه به انسان پخوا خپل عبادت ځايونه لکه مسجدونه ،بوت خانې او اورتونونه ډېرښکلي جوړول . دعبادت په ښکلا او ډول کې ډير توپيرونه ليدل کېږي. يوتوپير يې د معبود دى ،چې د تيږي،بوت ،لرګي او د ايکي يو خداى عبادت کېږي. بل دعبادت بڼې او لارې دي ،چې پکې ګډا هم راځي او د عبادت يو ډول دى او د عادت بله بڼه د ايکي يو خداى عبادت دى .
د انبياوو موخه دا نه وه چې په انسان کې دعبادت روح پېدا کړي؛ بلکې غوښتل يې،چې د معبود په شخص کې او د عبادت په ډول کې سمونه رامنځ ته کړي. پر کليساګانو ،معبدونو، مندرونو او جوماتونو يې خپل لارويان ډېر لګښتونه کوي . د خپل وطن د بېرغ او اتلانو درناوى، د وګړیو او ارزښتونوستاېنه ددې ښکارندوى دي،چې د انسان په اروا کې ستاینه اوعبادت اغږل شوي دي. هغوى چې د خداى عبادت هم نه کوي کېداى شي د مال، مقام ،ښځې او اولاد ستاېنه اوعبادت وکړي او په دې لارکې له خپل هرڅه تېرشي .
که څه هم انسان پرې نه پوهېږي؛ خوعبادت او ستاينه په انسان کې ژوره جړره لري .خداى په انسان کې هرډول لیوالتیا اوغريزه ايښې ده او برابرولو ته يې ورته په بهر کې وسيله هم برابره کړې. که انسان تږې شي اوبه ورته پيدا شوي،که وږى شي خواړه ورته پيدا شوي،په انسان کې جنسي غريزه هم شته او خداى ورته ښځه پېدا کړى،که په انسان کې د بويولو قوه شته؛نو خداى ورته ډول ډول بويونه هم پېدا کړى دي .د انسان له احساساتو ځنې دا دي چې له کمال سره بې پايه مينه لري او د خداى عبادت دا فطري لیوالتیاوې پوره کولاى شي . لمونځ اوعبادت د کمالاتو له چينې سره دانسان اړيکه ده اوبې نهايته ځواک ته ځان سپارنه ده.
د عبادت جرړه
ايا څوک به وي چې خداى پر نا پایه صفتونو او کمالونووپېژني او پر وړاندې يې سرټيټ نه کړي ؟ قرآن د کيسو او تاريخونو له لارې راته د خداى د عظمت او ځواک نښې بيانوي، قرآن وايي: خداى بې مېړه مريم ته اولاد ورکړ،د نيل دريا يې موسى ته په منځ نيمه کړه او فرعون يې پکې لاهو کړ،انبياء يې په تش لاس د زمانې پر زړورو بريالي کړل او طاغوتان يې دړې وړې کړل،له بې اروا خاورې یې پيدا کړى اوستاسې مړينه ،ژوند،عزت او ذلت يې په لاس کې دى .
څوک شته چې خپله کمزوري ،ناپوهي، محدوديت، خطرونه ،معلومې اونامعلومې پيښې درک کړي او ژغورونکي ځواک ته د اړتيا ننګېرنه – احساس و نه کړي او پر وړاندې يې سرټيټ نه کړي؟
قرآن انسان ته دهغه ضعف او کمزوري ورښيي او وايي : ته د زېږېدنې پر مهال په هيڅ څيز نه پوهېدې،هيڅ پوهه دې نه درلوده ،ټول د مخې کمزورى وى او تر واک [د لاس ته راوړلو] وروسته به هم د کمزورۍ پر لوري روان يي ،ته هره ګړۍ د ډول ډول خطرونو له ګواښ سره مخ يې،که د ځمکې حرکت په ورو شي او شپه او ورځ ثابته پاتې شي څوک شته، چې حرکت يې ګړندې کړي او بدلون پکې راولي ؟
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْراً فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاءٍ مَعِينٍ ( ملک\٣٠) = ووايه: ((ما خبركړئ، كه ګهيځ ستاسې (د سيمي) اوبه [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛نو څوك به درته روانې او د څښلو اوبه راوړي؟!))
لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجاً فَلَوْلاَ تَشْكُرُونَ.[ واقعه /٧٠ ] = كه وغواړو؛ تروې به يې كړو؛ نو ولې شكر نه باسئ؟
لَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَاهُ حُطَاماً فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ[ واقعه ٦٥ ] = كه وغواړو هغه (کښتونه) به بوس كړو؛نو په تعجب كې به شئ!
أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفاً مِنَ السَّماءِ إِنَّ فِي ذلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ [ سبا /٩ ] = (( ايا هغوى اسمان او ځمكې ته نه ګوري، چې وړاندې او ورسته ترې راچاپير شوي دي؟! كه موږ وغواړو (؛نو) هغوى (په يوه زلزله ) په ځمكه كې ننباسو ياپرې له اسمانه (د ډبرو)يوه ټوټه راغورځوو بېشكه په دې (چارو)كې هر توبه ايستونكې بنده ته (دخداى د قدرت) يوه نښانه ده. ))
په قرآن کې نورې بيلګې هم شته، چې انسان د بې خبرۍ له خوبه راويښ کړي او پېسمني-غرور يې مات کړي او خداى لمانځنې اوعبادت ته يې اړ کړي.
د ستاينې اوعبادت ژوروالى
عبادت او ستاينه په ښکاره يوه ډول خضوع ښکاري؛خو ډېر ژوروالى لري.عبادت له اروا پوهېدنې، پاملرنې، سپېڅلتيا ،التجا ،استعانت او د معبود د کمالاتو له عشقه راولاړ شوى دى .
هو! عبادت په ښکاره يو ساده عمل دى ؛خو که پورتني مسائل نه وي ؛نو انسان عبادت نشي کړاى. له مادياتو لاس وينځل او ورباندې زړه نه تړل،له ليدنو او اوريدنو اخوا پل ايښوول عبادت دى. عبادت د انسانانو د مينې برابرونکى دى،چې کله د ثنا او ستاينې ،کله د تسبيح اوتقدس او ځينې وخت د شکر او سرټيتونې له لارې خپل پالونکې ته درناوى کوو .
د عبادت پر وړاندې بى پروائي
حضرت على (ک ) وايي :(( انسانه ! که د عمر دومره کلونه دې تېرشوي وي [ او د استعداد، وړتیا،امکاناتو،عقل او وحې په په درلودلو سربېره] بيا هم لکه د يوڅاروي به څېر څرې او وېده يې؛نو سترګى دې روښانه .)) ( نهج البلاغه،۴۵ لیک)
هو! تمدن،ټکنالوژۍ او د پرمختللو وسايلو پيدايښت ژوند اسان کړى او ډېره سوکالي يې راوړى؛خو د انسان کمال ايا يواځې په توکیزه – مادي سوکالۍ کې دى؟ که داسې وي؛نو ځناور په خوړو،اغستلو،کور او د شهوت په پوره کولو کې تر انسانه مخکې دي. ځناور بې له اخلي پخلي ښه اوغوره خواړه خوري،جامواغستلو،وينځلو،ګنډلو او اوتوکولو ته اړتيا نه لري،په شهوت کې بې له کومې ستونزې ځان ارضاء کوي او ان د کور په جوړولو کې ځينې داسې مرغۍ او حشرات هم شته ،چې ځالې يې دانسان د هېښنې -تعجب لامل کېږي .
ايا د ټکنالوژى پرمختګ د انسانيت د پياوړتيا او ودې لامل ګرځيدلى دى ؟
ايا وګړيز اوټولنيز فسادونه لږ شوي دي ؟
ايا دې سوکالى ،ارمتيا هم راوړى ده ؟
په هرحال که د انسان لاسوهنه دعادلو او سپین لمنو- معصومو مشرانو په لاسونوکې کېنښوول شي؛نو له انسانيت سره به ظلم شوې وي،همداراز که د انسان زړه له خداى سره نه وي ټرل شوى؛نو د انسانيت د مقام سپکاوى به شوى وي .
دعبادت مدار د خداى رضا
څرنګه چې اسماني کُرات او ځمکه تل به يو ثابت مدار کې بېلا بېل وضعي او انتقالي حرکتونه لري،عبادتونه هم د بېلابېلو بڼو په درلودلو پر يوثابت مدارايښوول شوي او هغه د خداى رضا ده ؛خو زماني، مکاني، وګړني اوټولنيز شرايط په دې مدار کې د حرکت ډول ټاکي .د بېلګې په توګه په مسافرت کې لمونځ دوه رکعته وي،ناروغي د لمونځ بڼه بدلوي؛خو د مسافرت دوه رکعتي لمونځ په لمانځه کې شمېرل کېږي او د خداى د يادولو په مدار کې يې د رضا او حکم پربنسټ اداء کېږي .
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي (طه /١٤ ) =(( په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبودنشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .))
دعبادت روحيه
عبادت د اروا خواړه دي اوغوره خواړه هغه دي،چې په بدن کې جذب شي ؛نوغوره عبادت هم هغه دى،چې په اروا کې جذب شي؛يعنې دا چې د زړه له اخلاصه وشي. ډېر خواړه خوړل اغېزمن نه دي؛بلکې د ګټورو خوړو خوړل مهم دي . پېغمبراکرم(ص) جابربن عبدالله انصارى (رض) ته وويل :(( د خداى دين ثابت دى ؛نو ورسره مداراکوه [او کله چې روحي چمتووالى نه لرى عبادت پرځان مه تپه ] چې عبادت ستا پر وړاندې مبغوض شي )). (بحارالانوار،۷۱/ ۲۱۲)
پېغمبر اکرم (ص) وايي: (( هغه څومره ښه دى چې له عبادت سره مينه لري او لکه د محبوب په څېر يې له ځان سره ساتي.)) (بحارالانوار،۷۱/ ۲۱۲)
په عبادت کې منځ لاري
دعبادت روحيه به هغه وخت ژوندى وي،چې انسان يې په کولو کې منځ لاريتوب غوره کړي .انسان ته هغه وخت روغ ويل کېږي،چې د بدن په غړيو کې يې تناسب وي،که يو غړى له خپل حده غټ يا کوچنى وي ؛نوناقص الخلقه به وشمېرل شي . په مانیزو- معنوي چارو کې هم انسان بايد په خپل ځان کې په منظمه توګه ارزښتونه وروزي. پېغمبر اکرم ته يې خبر ورکړ،چې د امت يوې ډلې دې د عبادت په خاطر اولاد ښځه او کور پريښې اوجومات ته راغلي؛نو ويې ويل : (( دا زما لار نه ده ،زه له خپلې مېرمنې سره په کور کې يم او ژوند کوم چا،چې له دې پرته وکړل؛نو زما به نه وي.)) (کافي،۵/ ۴۹۶)
امام جعفرصادق د هغه مسلمان داستان رانقلوي، چې يومسيحی ګاونډى يې مسلمان شوى و. مسلمان په نيمه شپه کې له خوب راويښ کړ او جومات ته يې راوړ او ورته يې وويل : د شپې لمونځ وکړه،چې سهارشو ورته یې وويل: د سهارلمونځ وکړه او تر لمر راختلو پورې دعا کوه او بيا تر ماسپښين د لمانځه پورې قرآن ولوله. په همدې توګه مسيحي يوه شپه او ورځ په دعا،قرآن او لمونځ کې تېره کړه له جوماته چې راستون شو له اسلام يې لاس ووينځه اوکله هم جومات ته ولاړ نشو.
پېغمبر اکرم (ص) يوصحابي ته وويل :(( عبدالله ! ما اوريدلي چې ته د ورځې روژه يې او ټوله شپه عبادتونه کوى. )) ويې وويل: هو! يارسول الله .پيغمبروويل : (( زه دانه منم.)) (طهارت روح ۲۲مخ)
په روايتونو کې راغلي دا نسان اروا مخ او شا لري کله يې چې مخه وي ؛نو ترې ګټه واخلئ او که چمتو نه وي؛نو زور پرې مه کوئ،چې په ناځان خبري توګه منفي غبرګون ښي.
به اسلامي سپارښتنو کې راغلي،چې خپل وخت په څلورو برخو وويشئ، لږه برخه يې تفريح اوساعت تيرۍ ته وباسئ که مو وکړل ؛نو نورو کارونو ته به خوشاله اوګړندي اوسئ . يهوديانو،چې د رخصتۍ او استراحت پر ورځ کبان نيول قرآن يې د متجاوزينوپه نامه يادوى:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ (بقره \٦٥ )= او بېشکه تاسې خو د خپل قوم هغه ډله پوره پېژنئ، چې د شنبې پر ورځ يې ګناه كړې وه، موږ ورته وويل ((د رټل شويو (او ذليلو) بيزوګانو غوندې شئ! ))
په هرحال په عبادت کې خوښي او د روحيې ساتل يو آر- اصل دى، چې د منځ لاريتوب له لارې لاس ته راځي.
مديرت يواځې به ټولنيزو، وټیزو- اقتصادي اوسياسي چارو کې نه دى او عبادي چارې هم مديريت ته اړتيا لري . مديريت ځانګړي اصول لري لکه د پروګرام او طرحې جوړول ،د ګټورو کسانو انتصاب، نظارت ،څارنه او کنټرولول. په عبادت کې هم بايد دې اصولو ته پاملرنه وشي څو ودې او کمال ته ورسېږئ . لمونځ څرګنده طرحه ده پر تکبير پيلېږي او پراسلام پاى ته رسي.رکعتونه،رکوع او سجدې معلومه شمېره لري د ترسره کيدو ځانګړى وخت لري او لورى يې قبلې ته دى . په لمانځه کې يواځې طرحه کافى نه ده؛بلکې پلي کېدو ته يې جامع او داسې امام ته اړتيا ده،چې د ټولنې چارې هم په پام کې ونيسي .خلک بايد د اخلاقو،پاکوالي او درناوۍ له لارې لمونځ او جومات ته وهڅول شي. د جمعې صفونه بايد سم وي او د امام لاروي بايد وشي؛نو دا چې لمونځ په ښه اوغوره توګه وشي؛نو بشپړ مديريت ته اړتيا ده .
عبادت هر وخت کېداى شي
هرکس په هره شېبه او په هرډول شرايطو کې بې له کومې واسطې او وخت اخيستنې کړاى شي له خداى سره اړيکې ټينګې کړي،که څه هم په سهار،مازيګر،د ُجمعې پر ورځ او د قدر په شپه کې عبادت يو ځانګړې خوند لري؛خو دعا،عبادت او ستاينه کوم ځانګړي وخت ته اړتيا نه لري عبادت د سرغړونې اوناخبرۍ دارو دي.
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي (طه \ ١٤) = په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبودنشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه.
الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد\ ٢٨)
=(( همدغسې خلک هغوى دي، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يواځې د الله په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))
عبادت د ارامتيا وسيله ده
تاسې ماړه او شتمن ليدلي چې ارمتيا ولري؟ ايا لويدېزې ټولنې نن اروایزه ارامتيا لري ؟ايا ځواک،صنعت او شتمنۍ، ننني بشرته سوله ،ورورولي او ارامتيا راوړى ده ؟
عبادت او د خداى اطاعت عابدينو ته داسې حالت رامنځ ته کوي چې کله هم نه پرېشانه کېږي.
عبادت اولاس ته راوړنې
عبادت د الهي مرستو او پېزوینو د لاس ته راوړنې وسيله ده.
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ( حجر/ ٩٩ ) = (( او د يقين [= مرګ] د رارسېدو تر وخته پورې خپل پالونکى ولمانځه.))
د اسماني کتاب تورات د لاس ته راوړلو لپاره حضرت موسى د طور په غره کې څلويښت شپې او ورځې عبادت وکړ او همداراز د وحې لاس ته راوړلو لپاره حضرت پېغمبر اکرم (ص) د حرا په غارکې ډېره موده تېره کړه. په يو روايت کې راغلي که څلويښت شپې او ورځې د چا ټول کارونه دعبادت او اخلاص رنګ ولري خداى به يې د حکمت چينې له زړه څخه پرخوله روانې کړي .
هو! دزړه له خلاصه عبادت داسې پوهنځې دى،چې په څلوېښت ورځو کې داسې حکيمان روزي چې له الهي سرچينوحکمت اخلي او نوروته يې ورکوي .
د ايمان اوعبادت متقابل اغېز
ايمان،انسان عبادت ته راکاږي،عبادت هم ايمان ته ژوروالى وربښي. د دې مثال داسې دى لکه ريښې،چې د ونې پاڼو ته خواړه او اوبه رسوي او په مقابل کې يې پاڼې تودوخه او ړنا ريښو ته لېږي .
هو! څومره چې عبادت ډېر او ښه وشي د انسان اونس له معبود سره نورهم ډېرېږي .
په قرآن کې دعبادت فلسفه
قرآن د لمونځ فلسفه د خداى يادونه بولي .
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي (طه / ١٤ ) = په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبودنشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه.))
قرآن د خداى ذکر د زړونو ارامتيا بولي.
الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ(رعد\ ٢٨) = (( همدغسې خلک هغوى دي، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يواځې د الله په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))
او د زړونو ارمتيا ملکوت ته الوتنه بولي .
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ( الفجر/۲۷) = ((ډاډمن نفسه!))
ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً ( الفجر/۲۸)= (( دخپل پالونكي لوري ته دې وګرځه ، حال دا چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى،))
قرآن په بل ځاى کې دعبادت دليل له خدایه شکر او مننه بولي.
فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِنْ خَوْفٍ (قريش\ ٣- ٤).= [ نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ همغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل. ]
په ځينو آيتونوکې قرآن د لمونځ روزنېزې ونډې ته اشاره کوي.
اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت /٤٥ ) = (( هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه،چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))
دا چې د لمونځ کوونکي لمونځ قبول شي؛نو ناچاره دى چې ځينې ديني دستوراتو ته پاملرنه وکړي او دا پاملرنه پخپله له ګناه او چټلۍ د لرې والي يوه قوي زمينه برابروي. څوک چې سپينې جامې واغوندې؛نو طبيعى ده چې په خاورو اوچټل ځاى کې به نه کينې قرآن وايي :
فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُولُوا بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلاً مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ ( هود\١١٦) = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه وو، چې پرځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولى واى؟! خو ډېرلږ ( پكې وو)،چې و مو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول اوګناهكاران وو(او له منځه ولاړل ) .
نو لمونځ د تېر شويو ګناهانو عملي توبه ده اوخداى ددې آيت له لارې ګنهکارته هيله ورکوي،که ښو کارونو لکه لمونځ ته مخه کړئ؛نو ناوړه او بدکارونه به يې پاک شي.
لمونځ د حضرت علي ( ک )په ويناوو کې
حضرت علي په نهج البلاغه کې څو څوځلې د لمانځه او د خداى د يادونې په اړه خبرې کړي او وايي: خداى په خپل ذکر او يادونه د بندګانو روحونه صيقلوي،چې درانده غوږونه د خداى د ياد له لارې په اورېدو راشي او ړندې او پټې سترګې يې به ياد په ليدو راشي .( نهج البلاغه،۲۲۲خطبه)
حضرت علي د لمونځ د برکتونو په هکله وايي: پرېښتې يې ګرد چاپېره راټولېږي او ارامتيا پرې نازلېږي د اسمان ورونه پرې خلاصېږى او ښه ځاى ورته جوړېږى.
په يوه خطبه کې وايي : لمونځ ګناهونه لکه د ونې د پاڼوپه شان څنډي او انسان د ګناه له رسۍ ازاده وي. ( نهج البلاغه،۱۹۹خطبه)
حضرت علي له حضرت پېغمبر اکرم (ص) څخه نقل کړى : لمونځ د يو داسې لختي په شان دى،چې انسان هره ورځ پنځه ځلې پکې ځان وينځي؛نوايا کومه چټلي به پاتې شي؟
حضرت علي د لمونځ د اغېز په هکله وايي: لمونځ د انسان ټول وجود ته ارامتيا وربښي،سترګې خاشع او خاضع کوي نا ارامه نفسونه اراموى ،زړونه نرموي او تکبر له منځه وړي .
البته څرګنده ده چې ټول خلک له لمانځه داسې ګټنه نه کوي؛بلکې يواځې محدود خلک دي چې د خداى يادونه او لمونځ د زړه له کومې کوي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com