بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د حق او باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د حق او باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه
أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ ﴿ رعد۱۷﴾ = (الله) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي او الله دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي، الله دغسې بېلګې څرګندوي .
په دې مانا ډكې بېلګې كې، چې په انډولو الفاظو او عباراتو ويل شوې او د حق و باطل منظره يې په ښه بڼه انځور كړې، ډېر حقايق پكې پراته دي، چې دلته درېيو ټكيو ته اشاره كېږي: ۱- (( فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست)): پوهېږو، چې پر رڼو اوبو ډېر لږ ځګ ښكاري؛ ځكه ځګ هله راپيدا كېږي، چې اوبه له بهرنيو اجسامو سره ګډې شي. له دې ځايه روښانېږي كه حق پخپلې آريزې پاكۍ پاتې شي؛ نو په شاوخوا كې يې باطل ځګونه نه راښكاره كېږي؛ خو چې حق له ككړو چاپېريالونو سره په مخامخېدو د چاپېريال رنګ واخست او حقيقت له خرافې، سم و ناسم، پاكۍ او ناپاكۍ سره ګډوډ شو، په څنګ كې يې باطل ځګونه راښكاره كېږي. داهماغه څه دي، چې علي(ک) يې په اړه ويلي دي: (( كه باطل له حق سره نه ورګډېده؛ نو حق لټوونكيو ته نه پټېده اوكه حق په باطل نه پوښل کېده؛ نو د ښمنانو چټي خولې ترې پرې کېدې ۲- (( فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا؛ او په هره دره او خوړ كې يې د وړتيا هومره نېز وبهېد)) له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د الهي فيض و بركت په سرچينه كې، هېڅ ډول كنجوسي، محدوديت او ممنوعيت نشته؛ لكه چې پر هر ځاى د اسمان ورېځې بې شرطه ورېږي او دا د ځمكې ټوټې او درې دي،چې هر يو د خپل وجود د پراخوالي هومره ترې ګټه اخلي. د كوچنۍ ځمكې، ګټه لږه او د پراخې ځمكې، برخه ډېره ده. دغسې د خداى د فيض او بركت پر وړاندې د بنيادمو زړونه هم دي.۳- (( وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا نږه فلز] په ځمكه كې تمېږي)) لكه چې له اوبو او ځكه يې او د ويلو فلزاتو او ځګونو يې، رڼې اوبه او نږه فلز پاتېږي، انسانان، ډلې، ښوونځي او كړنلارې هم څومره، چې ګټورې وي، د پاينې او ژوند حق لري. كه وينو، كوم يو باطل انسان يا ښوونځى پاتېږي، د هغه هومره حق په پار دى، چې په ځان كې يې راګډ كړى دى[1].
دا موضوع لا پسې سپړو:
حق او باطل د” نړۍ لید” له مهمو مباحثو دی او په قرآن حکيم کې هم ډېر راغلی او په دوو برخو کې څېړل کېږي:
۱- په هستۍ کې
۲- په تاریخ او ټولنه کې
دلته دویمه برخه يې څېړل کېږي.که څه هم لومړى برخه يې هم رانغښتې ده .
په هستۍ کې حق او باطل
ایا هستي، په حقه رښتینى نظام دی؟څرنګه چې باید وي، هماغسې دی؟ ایا هر څه په کې پر خپل ځای اېښوول شوي ؟ که نۀ باطل دی؟ ایا باطل په کې باطل شته؟ ايا داسې څه په کې دي،چې باید نۀ وي؟ او که ټول نظام پوچ او بې موخې دی؟
ددې پوښتنو پر وړاندې، پوهان څو ډلې دي: ځینو لومړی نظر غوره کړ او ځینو دویم او نور بې له دې پر بېل اند ګروهمن شول. ځینې فیلسوفان او په دې لړ کې ډېری مادي پالي د نړۍ (او انسان) پر وړاندې بد کڅي (بد بين) ول او په ټولیزه توګه نړۍ یې “نۀ” باید شوې واى” نامطلوب او ړوند امر ګاڼه. په مقابل کې الهي ښوونځيو او په تېره بیا اسلام، په څرګنده د هستۍ پنزونه حق ګڼله او هغه یې عین خیر، نیکي او حُسن شمېرله او ګروهمن دي،چې هیڅ ډول کمی او زیاتی په کې نۀ شته. باطل ،د لوبو وسيله او خوشې نۀ ده او په هستۍ کې داسې چار نۀ شته، چې “نۀ باید شوي واى” .
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ ( سجده/۷) = هغه دى،چې هر څيز يې پيدا كړ(؛خو) ډېر يې ښه پيدا كړ او د انسان پيدايښت يې له خټې پيل كړ.
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ( طه/۵۰) = ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))
د درېمې ډلې نظر دادی،چې نړۍ (او انسان) د خیر او شر ترکیب او جوړښت دی،نیم مطلوب دی او نیم نامطلوب. موږ په نړۍ کې دوه والى (ثنويت) وینو. په دې عالم کې “خیر” او “شر”، “حق او باطل”، نیمګړتیا او کمال،ناروغي او روغتیا،ژوند او مړینه، نظم او بې نظمي، تېری او عدل،فساد او صلاح او وراني او ابادي، ډېر تر سترګو کېږي. دا دوه والى ددې نښه ده،چې د هستۍ په مبدا او منشاء کې دوه الى دی؛ځکه ناشونې ده، چې په عین واحد کې ټول عالم له یوې مبداء او اصله پیدا شوى وي او په عین حال کې اختلاف اودوه والى په کې هم وي.
د ثنویت فکر او دوه پالي،چې په ځينو ټولنو کې يې رواج درلود،له همدې ځایه راټوکېدلی،چې نړۍ ته پر دوه مبداوو قایل ول: د خیر، رڼا او ښه والي مبدا او د شر، ظلمت او بدۍ مبدا؛ او پردې ګروهمن شول، چې د دې دواړو مبداوو لښکرې؛یعنې د “یزدان” لښکر او د “اهریمن” لښکر، تل له یو بل سره په جګړه کې دي،که څه هم دا زېری یې ورکړ، چې د نړۍ په پای کې به د خیر او رڼا لښکر د ظلمت او شر پر لښکر برلاس شي، د ظلمت او شر لښکر به ماتې وخوري او د رڼا او خیر لښکر به پاتې شي.
په الهي حکمت کې،په هستۍ کې اصالت یا اصیلتوب، له حق سره دی،له خیر سره دی، له حُسن،کمال او ښکلا سره دی؛ په پای او وروستۍ شننه کې باطل،شر،بدۍ او نیمګړتیاوې له هستۍ سره نۀ؛بلکې له نېست سره مخېږي، دا چې شر شته؛ خو شر نۀ دی؛بلکې په بل څیز کې،چې د شر منشاء ګرځي؛ نو شر دی. شرونه،هغه اړتياوې دي،چې د هستۍ د حقونو او خیرونو غوښتنه ده او د یو لړ نۀ بېلېدونکي ذاتي لوازمو په بڼه وي،چې اصالت نۀ لري او د خیرونو او حقونو له مقام سره په پرتله کې،د «شتو» پر وړاندې «نـښې» دي، که هغه شته وغواړي، چې وي،دا نښې هم باید قهرا او هرومرو وي.
اصلي مسئله د پیدایښت ماهيت دى، چې په وجود پسې رامنځ ته کېږي،مطلقه هستي محض خیر دی،چې هیڅ شر او نیمګړتیا او بدي په کې نۀ شته. د هستۍ په دې مرتبه کې،چې د “حق ذات” مرتبه ده، نۀ ماهیت شته او نۀ نیستي؛خو الهي مخلوقات چې ترې شته شوي،وجودي کمزورۍ لري،دا ځکه چې د یو فعل د فعل والي لازمه، له فاعله ځنډ دی او بې له خدایه،چې فاعل “علی الاطلاق” دی،ټول مخلوقات فعل يې ګڼل کېږي؛ځکه دا ټول مخلوقات کمزوري او نیمګړتیا لري.د فعل والي لازمه، ماهیت درلودل دي او همداراز د فعل فعل ترې یوه درجه ټیټ دی. په دې توگه نیستي، په عین حال کې،چې اصالت نۀ لري،په هستۍ کې لار پیدا کوي،چې د طبیعت نړۍ یا ناسوت ته رارسوو،چې د الهي حکماوو له نظره، د وجود او شتون له ټولو کمزورى او نيمګړى عالم دى. دلته د وجود د کمزورۍ نښې،چې په یوه اعتبار د نېستۍ او ماهیت نښې دي،لاپسې راښکاره کېږي؛ نو شر او باطل په عین حال کې چې اصالت نۀ لري او د وجود له جوړې نۀ دي،د هستۍ د ټیټو درجو نۀ بېلېدونکي لوازم دي.
په دې توگه،که هستۍ ته وګورو؛نو دا چې هستي ده،بطلان او نیستي په کې نۀ شته؛ له پورته یې،چې وګورو، رڼا ده؛خو که له لاندې یې وګورو، سیوری دی. د جسم سیوری د جسم لازمه ده او په عین حال کې،چې اصالت نۀ لري، ټوله رڼا ده؛خو له لاندې يې جسم زموږ ذهن ته نمود پیدا کوي. سیوری، په یوه محدوده کې د رڼا نشتوالی او په شاوخوا کې یې بې د رڼا له شتوالي بل څه نۀ دى .
“الهي حکمت” هر څه په ((بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم)) کې رانغاړي او وایي: (( ظهرالوجود بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم))؛یعنې ((هستي د لوراند او لورین څښتن په نامه را ښکاره شوې)) او د یو عالي او اوچت ليد له مخې، هستي بې د ((الله)) او د ((الله)) له رحمانیته او د ((الله)) له رحیمیته بل څه نۀ ده.
ددې معنا تصور او انځور ګران دی؛خو ډېر عالي او لطیف دی او که انسان په دې ټکي پوه شي؛نو د ډېرو ستونزو غوټې ورته هوارېږي.
په دې لید کې هستي دوه څېرې لري: له هغه يوه څېره يې او پر لوري يې يوه څېره يې. له هغه يوه څېره يې، د خدای “رحمانیت” دی او پر لوري يې يوه څېره يې ، د خدای “رحیمیت” دی.
په دې پسې د خدای نور نومونه؛دویمه او درېمه درجه “تَبَعي” دي. خدای “جبار” او “غچ اخېستونکى” هم دی؛خو د خدای اصالت “رحمانیت” او “رحیمیت” دی.
نور صفتونه له دې نومونو اخېستل کېږي. ان ((قهر یا غوسه)) هم له لطفه رامنځ ته کېږي. هغه اصالت،چې لطف لري،قهر یې نۀ لري. “توحیدي لید” بې له دې بل هیڅ نۀ شي کېدای.
واقعي فلسفي لید هم همدا دی او واقعي نړۍ پېژندنه بې له دې بل څه نۀ ده.
په تاریخ او ټولنه کې حق او باطل
د حق او باطل دویم بحث، په بشر،تاریخ او ټولنې پورې اړه لري.دلته له هستۍ سره کار نۀ لرو،چې نظام یې خیر ،بشپړ او احسن دی او که نۀ دی؛بلکې پوښتنه د بشر پنزونې ده ،چې څرنګه موجود دی؟ حق پلټونکی،عدالت غوښتونکی، ارزښت غوښتونکی او رڼا غوښتونکى دی یا پر عکس شریر، مفسد، وینه تویوونکى،تېری کوونکى او….. دى؟ یا دا،چې انسانان ځینې حق پلوي او ځینې باطل پلوي دي او په شخړه کې دي؟
دلته هم څو نظره دي: یو دا،چې د جنس له پلوه،شرور،بدخوا او تېری کوونکی دی،چې بې له وژنې،لوټ، غلا، ټګۍ برګۍ او دروغو ترې بل څه نۀ کېږي. طبیعت یې شرارت، فساد، ښکېلاک او تېری دی.
که د بشر په تاریخ کې خیر،اخلاق او انساني ارزښتونه لیدل کېږي، دا ټولې جبري چارې دي،چې طبیعت دې ته يې اړ باسي،چې لږ خو هم دا شان واوسي. د انسان دننه،بدیو ته يې راکاږي او کله هم جبر، ښو ته يې رابلي. د ساري په ډول: چې کله انسانان له طبیعت او ځناورو سره مخ شول،پوه شول که له یو بل سره د سولې اجباري تړون ونۀ کړي،نۀ شي کړای له یوبله دفاع وکړي؛نو د جبر او زور له مخې یې پر خپل ځان دا وتپل،چې ټولنيز ژوند دې ولري او د عدالت له مخې، له یو بل سره چلن وکړي؛ځکه د ټولو په کې ګټه ده؛ نو انسان “بهرني جبر” دې ته اړ کړ،چې ښه واوسي، د کمزوريو دولتونو په څېر، چې د پیاوړي دولت پر وړاندې يو لاس کېږي او سوله او دوستي کوي،چې له شره یې خوندي وي او که یوه ورځ ګډ دښمن له منځه ولاړ،بېرته په خپلو کې لاس او ګرېوانېږي.
هره جمع په دې دلیل جمع ده،چې د یو ضد پر وړاندې ولاړه ده؛یعنې که هغه نۀ وي؛نو دوی په خپلو کې ښه او یو لاس نۀ دي او که د دښمن پر واړندې جمع له لاسه ورکړي؛نو پر تفرقې اوړي او دوه ډلې کېږي. که په دې کې یوه ډله له منځه ولاړه؛نو پاتې ډله بیا څو ډلې کېږي او په دې ډول دوام مومي،چې دوه تنه پاتې شي،بیا هم له یو بل سره لاس او ګرېوانېږي او پیاوړى یې پاتې کېږي(دا هماغه د “ټولنیز ډاروینسم” مسئله ده،چې د “ډاروین” د پایښت له نظریي لاس ته راغلې،چې په غلطه یې په بشري ټولنې پورې تړلې ده).
د پخوانۍ نړۍ ډېری “ماده پالو” فیلسوفانو او د نوې نړۍ لږو ماده پالو فیلسوفانو داشان نظر درلود او په بشپړ بدکڅۍ یې د بشر طبیعت ته کتل. دوی بشر د “اصلاح” او “سمونې” وړ نۀ ګاڼه او پر “اصلاحي تز” قایل نۀ ول او د “اصلاحي تز” وړاندې کولو ورته مانا نۀ درلوده. داسې ده؛لکه څوک،چې لړم ته قانون وضع کړي،چې ښه شي او څوک و نۀ چیچي،حال دا چې د لړم طبیعت چیچل وي؛نو د قانون وضع کول ورته مانا نۀ لري. بشر هم همداسې دی،چې څو د ځمکې پر مخ وي؛نو شرارت کوي او د سمونې وړ به نۀ وي.
په عمومي ډول، دا متفکرین د همدې دلیل له مخې،د ځان وژنې سپارښتنه کوي او وایي،چې ژوند ټول شر دی،انسان هم شر دی، په نړۍ کې یوازې یو د خیر کار دی او هغه هم د شر ژوند پای ته رسونه ده،چې انسان له دې شرډکې نړۍ ځان خلاص کړي.
دا کوږ او انحرافي تفکر،چې له پېرنګیانو اخېستل شوی و،د «صادق هدایت» له لارې په “ایرانیانو” کې خپور شو. هدايت تل په لیکنو کې د ژوند ناوړه څېرې انځورولې، د هغه مردار ډنډ په شان، چې بې له جر او چټلۍ په کې څه نۀ شته او چینجي په کې ژوند کوي.
په پایله کې هغه هم د خپلو خبرو تر اغېز راتلو وروسته ځان وواژه.
په هغو کلونو کې،چې کتابونو یې مینه وال درلودل،ډېری ایراني ځوانانو ځانونه ووژل،چې د کتابو تر اغېز لاندې يې راغلي ول.
د «ماني» فلسفه هم په دې لوري وه ،چې ژوند شر دی؛خو د روح او جسم ترمنځ پر “ثنویت” قایل و او ویل یې: (( بدن شر دی،مادي ژوند شر دی،روح په بدن کې بنديوان دی؛نو څوک چې مړ شي یا ځان ووژني، د ژوند له شره به خلاص شي. د هغه مرغۍ په څېر،چې له پرنجې ازاده شي.)) که څه هم هغه پر بله نړۍ قایل و؛خو دا ژوند یې سل په سلو کې شر ګاڼه. (يادونه: وايي، چې د زمانې پاچا ورته وويل: زه غواړم ستا د فلسفې له مخې ښه خدمت درته وکړم او د ژوند له شره دې خلاص کړام؛ نو و يې واژه)
ددې “ليد” پربنسټ، بشر د غرېزې له مخې، شریر موجود دی او شرارت د ذات یوه برخه او خټه یې ده. له هماغې لومړۍ ورځې، چې نړۍ ته راغلى،همداسې و. اوس هم دی او په راتلونکې کې به هم، همدغسې وي او بې له دې بل څه نۀ دی. بشریت ته د ښه راتلونکې هیله،یو خیال دی.
قرآن حکيم د پنزونې په هکله مطالب لري. چې خدای اعلان وکړ: (( إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً))؛يعنې زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم،ملایکو د انسان د خټې په هکله په بدبینۍ وویل: (( أتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ))؛ يعنې ايا تۀ داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟؛یعنې ددې موجود په خټه کې بې له فساد او وینه تویونې بل څه نۀ شته.خدای وویل: (( إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَتَعْلَمُونَ))، پرڅه چې پوهېږم تاسې پرې نۀ پوهېږئ. (بقره: ٣٠)
یعنې ملامت يې نۀ کړې او ویې نۀ ویل،چې دروغ وایئ؛بلکې ویې ویل: ((پر څه چې پوهېږم،تاسې پرې نۀ پوهېږئ،تاسې یو اړخ يې لوستى، پر حقیقت يې پوه نۀ یاست،چې غواړم ویې پنزوم، تردې ډېر ټیټ یاست،چې ویې پېژنئ، هغه ستر او غوره دی.))
په دې توګه پرېښتو،چې د انسان د وجود نیمه برخه پېژندلې او لوستې وه او بله یې نۀ وه لوستې؛نو د بدبینۍ اظهار یې وکړ.
اوس که ځینې د فکر خاوندان، د بشر د ژوند تیاره اړخونه ویني او دا شان نظر ورکړي؛نو ډېره حیرانوونکې نۀ ده.
بله نظریه د پخوانۍ پرعکس ده او وایي: د بشر طبيعت او خټه خیر ده، پرحق او رښتینولۍ ده. انسان اخلاقي،سوله غواړى او خیر غواړی دی. د بشر په طبیعت کې اصل، رڼا، عدالت، امانت او تقوا ده. نو څه څيز انسان فاسدوي؟ وایي: د انسان انحراف بهرنى علت لري، له بهره پرې ورتپل کېږي او ټولنه انسان فاسدوي.
«ژان ژاک روسو» داسې ګروهه لري او په خپل مشهور کتاب« امیل» کې ښيي،چې طبیعي انسان، له ټولنې بهر انسان دی،په طبیعت کې انسان،روغ،سم او له هر ډول ناپاکیو،غلطیو او فسادونو پاک دی،چې د ټولنې له خوا پرې ورتپل کېږي؛ نو «روسو» پر ټولنه او ټولنیز ژوند بدبین دی او “اصلاحي تز” یې دا دی،چې انسان دې تر شونې پولې طبیعت ته ورستون شي.
« روسو» نوي تمدن ته خوشبین (ښه کڅى) نۀ دی؛ځکه ګروهمن دی، چې “نوی تمدن” انسان له طبیعته لرې کوي.انسان چې څومره له طبیعته لرې شي،لاپسې فاسدېږي او څومره،چې لومړني طبیعت ته ورنژدې شي،انسانیت،سموالي او پاکۍ ته ورنږدې کېږي.
د «روسو» نظریه،چې يو “مذهبي وګړى” دی،له یوه اړخه، د فطرت نظریي ته ورته والى لري،چې په اسلام کې راغلې ده او د پېغمبر اکرم (ص) دې وینا ته ورته ده،چې وایي: مجمع البيان ٨/٣٠٣ :((هر ماشوم له موره د اسلاميت پر پاک فطرت زیږېږي،بیا موروپلار یې نصراني،یهودي او یا مجوسي کوي.)) د یهوديت ،نصرانيت او مجوسيت انحراف او کوږوالى یو متل دی او موروپلارد بېلګې په توګه دوه ټولنیز عوامل ياد شوي ؛یعنې د انسان فطرت روغ دی ؛خو ټولنه یې کږوي.
ددې احاديثو د تعبیرونو په هکله پېغمبر اکرم (ص) مثال راوړى او وایي: (( دا چې د ځناورو غوږونه غوڅوي، ایا کله هم داسې شوي، چې دا ځناور چې له موره زېږېږي،غوږ غوڅي وي؟ نۀ! روغ زیږېږي، بیا انسانان غوږونه یې ورغوڅوي. له اروايي پلوه هم همداشان ده. ټول انسانان سم،حق پالي او خیر غواړى زېږېږي،بيا کوږوالى، دروغ، تیري، خیانتونه،شرارتونه او فسادونه پرې ورتپل کېږي.))
نو دا نظریه د بشریت پر طبیعت،جنس،خټې او جوړښت د خوش بینۍ پر بنسټ ولاړه ده او اصل،سموالی،حقانیت او رشتیا ګڼي او بې لاري د خارجي او “عَرَضي” لاملونو معلول بولي او د فیلسوفانو په اصطلاح “اتفاقي” علتونه يې ګڼي؛یعنې د “ډینامیکي”،دننني او طبیعي علتونو پر بنسټ د انسان حرکت پر نېغه لار او “صراط مستقیم” دی او د عَرَضي ،اتفاقي،مکانیکي او بهرني بدلونو له کبله، انحرافات او شرور پر انسان ورتپل کېږي.
بله نظریه دا ده،چې انسانان د ټولنې په ډګر کې ځینې د حق پلویان او ځینې په باطلو پسې دي. پرېښته پر خیر الهام او شیطان پر شر وسوسه کوي.
نو انسانان دوه ډوله کېږي:ځینې د خیر او حق پر لار روان دي، د ایمان او انبیاوو پر لار روان دي او ځینې نور د شیطان پر لار روان دي او د انبیاوو پر بلنې کافر او ورسره دښمني کوي. د «مولانا بلخي » په وینا،چې یو بېرغ سپین دی او بل تور،یو د لارښوونې او بل د بې لارۍ، یو د رڼا او بل د تپوتیارو دى. “دو علم ……”
پایله دا،چې ټولنه د “شر و خیر” او “حق و باطل” ګډوله ده؛ځکه انسان د شر او خیر ګډوله دی. د حق او باطل دا شخړه پر وګړي او ټولنې واکمنه وي. اوس برلاسي د چا ده؟ دا یو بل بحث دی. که څه هم موږ ګروهمن یو،چې نهایي غلبه د حق او حقیقت وي. عدل به پر ظلم ،خیر به پر شر،رڼا به پر تپو تیارو او دین به پر کفر برلاسى شي:
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
ژباړه: او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه،چې پر ټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي .(توبه/۳۳)
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
ژباړه: خداى له تاسې له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې،چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې له هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته،چې خداى غوره كړى، د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما لمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نۀ كړي او څوك چې له دې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي.(نور/۵۵)
بله نظریه د “تاریخي ماتریالیسم” ده. په نوولسمه پېړۍ کې یو مادي ښوونځی(مارکسیسم) راپیدا شو،چې راتلونکې تاریخ او ټولنې ته يې د خوشبینۍ ادعا درلوده.
“هګل” د منطق او يوې فلسفې بنیاد کېښود،چې پر بشپړتیا،ودې او په رښتيا ګروهه یې بنسټ وه. که څه هم «هګل» مادي نۀ و؛خو «مارکس» د هګل د دیالکتیک منطق د کارولو له لارې،د خپل مادي لید بنسټ کېښود(دیالکتیک ماتریالیسم).
“مارکس” د تاریخ هویت هم مادي وښود(تاریخي ماتریالیسم). د «مارکس» د تاریخ فلسفه پر څو اصلو ولاړه ده:
[يادونه: دمارکس په آثارو کې د “تاريخي ماتريالېزم” تعبير ندى کارول شوى؛ خو “ميخانف” له مړيني وروسته يې کارولى، چې دود شو، د مارکس په کتابو کې “له تاريخه مادي پوهېدنه” کارول شوې؛ يعنې معيشتي پوهېدنه]
د تاریخي ماتریالسم اصول:
۱- د فطرت او غريزې نفې
انسان په خپل ذات کې نۀ ښه دی او نۀ بد. “مارکسیسم” په خپله انسانپوهنه کې انسان ته غریزه او فطرت نۀ پېژني او هر ډول دنننۍ خټه او ذات نفې کوي؛ځکه د نوولسمې پېړۍ په ټولنپوهنه کې دا ستونزه وړاندې شوې وه،چې د انسان ټولنپوهنه پر ارواپوهنې یې ړومبېتوب لري؛څه چې،انسان ته غریزي او فطري ګڼو په واقع کې ټولنې ورکړي دي او اصولاً څه، چې انسان لري،ټولنې ورکړي دي. دا ټولنه ده،چې د انسان ټولو روحي او اروايي برخو ته بڼه وربښي. ټولنه ده،چې پر وګړي اخلاقي غریزه ورتپي او انګیري، چې خپله یې ده. انسان د خامې مادې په څېر دی،چې کارخانې ته ورکول کېږي او خپله څه اقتضا او غوښتنه نۀ لري. کارخانه،چې څرنګه وغواړي، په هره بڼه یې اړولای شي یا د ټيپ د خالي کسټې په شان دی،څه چې ورته وویل شي،هماغه ثبتوي. که ورته قرآن حکيم ووايي،قرآن حکيم ثبتوي،که ورته شعر ووايي،شعر ثبتوي او که ورته نثر ووایي،نثر ثبت او بيرته درکوي.
نو انسان په خپل ذات کې نۀ ښه غریزه لري او نۀ بده.دا په کړکېچنو ټولنیزو عواملو پورې اړه لري،چې ممکن وګړي ښه وروزي یا بد.
۲- د اقتصاد اصالت
د مارکسیسم د ټولنپوهنې له مخې،د ټولنې سازمانونه او بنیادونه، ټول په یوه کچه نۀ دي. ټولنه د یو ساختمان غوندې ده،چې یوه ستنه او سټه لري او نورې برخې پرې بنا کېږي او تابع یې دي. د ټولنې ستنه او بیخ بنا اقتصاد دی،د اقتصادي وضع او حالت بدلون په ټولنېزو نهادونو کې د بدلون لامل ګرځي او د ټولنیزو عواملو بدلون د انسانانو د چلن د بدلون لامل ګرځي.
نو انسان له ټولنې شکل اخلي او ټولنه له اقتصاده او اقتصاد هم د تولید له اړیکو جوړ شوی او په نهایت کې د تولید اوزار دي. د تولید د اوزارو شکل دی،چې ټولنه جوړوي او ټولنه ده ،چې انسان جوړوي.
که مو غوښتل انسانان د تاریخ په اوږدو کې وپېژنئ؛نو اقتصادي وضع او د اقتصادي تولید اوزار یې وپېژنی. د انسان ښه والی او بد والی د تولید د ځانګړو اوزارو تابع دی.
خیر او رڼا له یوې خوا او شر او ظلمت له بلخوا په انسانانو پورې اړه نۀ لري،دا ټول د تولید په نظام پورې اړه لري؛تولیدي نظام کله جبراً عدل او کله جبراً متقابل اړخ یې ایجابوي.
په دې ډول،مارکسیسم د ټولنو تاریخ ته یوه لار بیانوي،چې ګردې ټولنې ضرورتاً پرې ولاړې شي. دا پړاوونه دا دي: د اشتراک لومړنى پېر، د مرییتوب پېر،د فیوډالسیم (ځمکوالۍ) پېر یا ارباب او رعیت،د بورژوازۍ پېر او پانګوالي، د سوسیالیسم او کمونیسم پېر. د اشتراک په لومړي پېر کې د انسان د پیدا کېدو له پیله،بشر د ټولنیز ژوند لومړي پړاوونه تېرول او لا تر اوسه بزګري یې نۀ وه موندلې. پوونده گري یې لا نۀ وه پیل کړې،صنعت یې پر مخ نۀ و تللى، د تولید اوزار یې ډېر لومړني ول. یوازې تېرې تیږې یې موندلې وې،چې د ځناورو ښکار یې پرې کاوه؛ هغه په همدې ساده او لومړني اوزارو کړای شول،یوازې ځان ته تولید وکړي. ژوند یې د مرغانو غوندې و،چې ګهیځ له ځالې وږى راوته او تر لمر پرېوتو په ډوډۍ پسې ګرځېد او،چې ماړه شول؛ځالو ته راستنېدل او بیا بل سهار وږي وتل او غرمه ماړه کور ته راتلل.
د تولید د دې وضع قهراً دا غوښتنه وه،چې انسانان له یو بل سره ښه اوسي، د ورورولۍ ټولنیزې اړيکې ولري،د هوسۍ د رمې په شان، چې له یو بل سره شخړه نۀ لري او ګهیځ څر ته ځي او مازیګر راستنېږي او د ورورۍ ژوند تېروي.
له طبیعت او ځنارو سره دښمني هم د دوی ترمنځ د یووالي او دوستۍ لامل وګرځید. څه نۀ و،چې تر منځ يې پرې شخړه راشي.پانګه او مال هم نۀ و،چې پرې لاس و ګرېوان شي؛ نو د اشتراک د پېر د تولید وضع، عدالت،مساوات،او وروري غوښته.
خو د بشر وضع لږ لږ پرمختګ وکړ. انسان بزګري زده کړه، پوونده گري یې زده کړه،نوي او بشپړ اوزارونه یې جوړ کړل،چې له اړتیا زيات یې تولید کړل. د ساري په ډول: غنم او نورې دانې یې پیدا کړې،په ځمکه کې یې کرلې او اویا منه یې ترې رېبل او له ځان سره نور، لس کسان یې پرې مړولای شول.
له همدې ځایه زبېښاک یا استثمار پیدا شو؛یعنې ځینې دې کار او تولید وکړي او ځینې د کار محصول یې وخوري، بې له دې چې کار او کوښښ وکړي. مخکې هر چا د اجبار له مخې ځانته کار کاوه؛خو اوس دا شونې شوې،چې یو کس د بل د کار له لارې ژوند وکړي. په دې توګه خصوصی مالکیت پیدا شو،د ځمکې مالکیت او د مريي مالکیت. ځینو به جنګي مریان کارول او په خپله به پراته ول،خوړل یې او مریان یې زبېښل.
په دې ډول،له کله چې د تولید اوزارو وده وکړه،خصوصي مالکیت پيدا شو او ورسره غبرګ زبېښاک او تېری هم رامنځ ته شو.
اقتصادي بیخ بنا،چې خرابه شوه،بشر هم فاسد شو یا زبېښاکګر شو او یا هم وزبېښل شو. د “مارکس” په تعبیر دا دواړه په یو ډول له یو بله پردي شول،له خپل انسانیته ووتل؛ځکه د انسانیت بنسټ “موږ” کېدل و. پخوا مالکیت عمومي او اشتراکي و،د خصوصي مالکیت په راتګ “موږ” پر “زه” واوړېد،چې د یو بل پر وړاندې ودرېدل او له همدې ځایه فساد،تېری، شرارت او تباهي پیل شوه. د اشتراکیت په دوره کې،چې څه ول،خیر،ورورولي،ښېګڼه او عدالت و؛دا ځکه چې پانګه نۀ وه. په نورو پېرونو کې،چې مالکیت پیدا شو،څه چې راغلل بدي ، تېری ، فساد او نابرابري وه .
نو یوازې د اشتراک په پېر کې،حق پر ټولنې حکومت کاوه او ورورسته ترې حق او عدالت نۀ و او شتون يې هم شونى نۀ و؛ځکه د لومړني اصل له مخې، انسان اصالت ، فطرت ، وجدان او اختیار نۀ لري؛فکر،روح، ذوق ،وجدان او هر څه یې د ټولنې تابع دي او د ټولنې بنسټ هم تولیدي سازمان دی. د تولید وضع او د جبر تاریخ، چې څرنګه ایجاب کړي، هماغسې انسان جوړوي. که رڼا کړي،رڼا ته کېني اوکه تياره کړي؛ نو تياره ته.
در پس آينه طوطى صفتم داشته اند – آنچه استاد ازل گفت بگو مى گويم.
دلته هينداره د تولید اوزار دی. شر، فساد او باطل د تولید له اوزارو راټوکېدلي او جبراً هم پیدا شوي او شته او وي به، ترهغې چې د تولید اوزار دومره پرمختګ وکړي،چې خصوصي مالکیت ناشونى شي او مالکیت اشتراکي او عمومي شي؛ نو په دې نظام کې به انسانان یو ځل بیا جبراً ښه شي،د حق سیوری به پراخ شي،ټول به ورونه شي؛”زه” به “موږ” شو او رڼا،خیر او عدالت به پیدا شي.
په دې لید کې انسان د تاریخ پر جبر محکوم دی او اوزار تر انسانه غوره دي. یوه ورځ اوزارو غوښتل،چې انسان دې ښه وي،بله ورځ یې غوښتنه وه،چې بد دې وي؛نو بد و.
اوس د انسان د بدۍ پېر دی. راتلونکې ورځ به د تولید اوزار وغواړي،چې انسان دې ښه وي؛نو بیا به انسان ښه شي؛ نو ځکه بشر دې نۀ خوشبین وي او نۀ بدبین.
اصلاحي تز
ومو ویل: هغوی،چې انسان ذاتاً بد او شرور ګاڼه او طبیعت ته يې بدبین ول؛اصلاحي تز یې نۀ درلود او انسان یې د سمونې او اصلاح وړ نۀ ګاڼه او ورته یې د “مدينه فاضله” طرح نۀ درلوده. اوس وایو، چې مارکسیسم هم پر اصلاحي تز قایل نۀ دی او د مالکیت په پېر کې هر اصلاحي تز، تخیل ګڼي او د بې طبقې ټولنې او عدالت لپاره اخلاقي سپارښتنې،تخیلي سوسیالیسم ګڼي؛ځکه مارکسیسم د بشر لپاره اختیار نۀ پېژني او د ټولنې او د اقتصاد د تولید اوزار یې ګڼي،چې د تاریخ پر جبر محکوم دی.
“مارکس” وايي: (( د ټولنې بدلون؛لکه د نوي زېږيدلي ماشوم په شان دی،چې موده یې نۀ وي پوره،زیږون یې ناشونی دی. باید صبر وکړو،چې د تولید اوزار د ودې هغه پړاو ته ورسېږي،چې و يې غواړي او خصوصي مالکیت له منځه ولاړ شي. تاریخ د دوه ځانې ښځې په څېر دی،چې نۀ شي کړای، په درې میاشتو کې روغ ماشوم وزيږوي او که نۀ ماشوم به زیان کړي او وبه یې غورځوي، باید صبر وکړو،چې وخت یې راورسي. څه چې کړاى شو، درد یې راکمولاى شو، چې زيږون يې اسان کړو.))
ټول کسان،چې “د ټولنې پر اصالت” ګروهمن دي؛یعنې انسان بې خټې او د وجود ټول اړخونه یې له ټولنې جوړ شوي ګڼي،جبري فکر کوي او اصلاحي تز نۀ مني؛ځکه د اصلاحي تز منل پر دې بنسټ دي، چې انسان وکړای شي ځان اصلاح کړي او حق،عدل او رښتیا رامنځ ته کړي.
مخور فرانسوی ټولنپوه “دورکهیم” په کلکه د ټولنې پر اصالت ګروهمن دی او په ډاګه وایي: (( پر انسان جبر واکمن دی ، اختیار او ازادي یوازې یو خیال دی.))
انسان د دوی له نظره د ټیپ د کسټې مثال لري،هر غږ، چې دې پرې ثبت کړ،جبراً هماغه بېرته غږوي. کسېټه نۀ شي کړاى مخالف غبرګون وښيي او ووايي، پر ما یې دا ثبت کړل؛خو زه یې پرعکس وایم یا سموم: انسان هم چې په هر ټولنیز موقعيت کې راشي،ټولنه یې هماغسې ډکوي او،چې څرنګه یې ډک کړ، هماغه بېرته ورکوي.
د ټولنې د اصالت پایله د بشر د هر ډول اختیار او ازادۍ نفې ده. اختیار او ازادي بې له دې معنا نۀ مومي ،چې اسلام «فطرت» نومولى او له ټولنې مخکې د پنزونې په متن کې انسان ته ورکړ شوی؛ نو اصلاحي تز پر دوو ستنو ولاړ دی: یو دا چې د بشر طبیعت شریر ونۀ ګڼو او بل دا چې بشر ته پر ازادۍ او اختیار قایل شو،چې پر خپلې ټولنیزې اوضاع واکمن شي او ځان او ټولنه،چې څرنګه غواړي، جوړه یې کړي.
اصلاحي تز او د مارکسیسم علم والی
وايي: مارکسیسم علم دی. دا خبره په دې مانا ده ،چې مارکسیسم یو اصلاحي تز نۀ دی. يو بڼوال د بوټو قوانين پېژنې، د بوټو د ودې، خوراک،تولید مثل،روغتيا او د ناروغیو قوانین یې پېژني. بیا له همدی پوهو ګټه اخلي، د طبیعت بهير رابرسېره کوي او ځان ورسره جوړوي. څومره چې طبیعت وپېژنو؛نو هومره پرې واکمنېدای هم شو.
بڼوال نۀ شي کړای له نیالګي په یو ورځ کې ونه جوړه کړي؛ ځکه دا یې په اختیار کې نۀ دي. د طبیعت بهیر د انسان له اختیاره بهر دی او انسان یوازې دومره کړای شي،چې ویې پېژني او ځان ورسره تطبیق کړي.
مارکسیستان مدعي شول،چې مارکسیسم علم دی؛یعنې د ټولنې طبیعې بهیر را برسېروي؛لکه څرنګه چې یوه ونه طبیعي او نۀ بدلېدونکى جبري بهیر لري،همداشان ټولنه هم ناسرغړاندى جبري بهیر لري. که طبیعت غواړي پینځم پوړ ته ورسي؛نو له لومړي،دویم، درېم او څلورم پوړه باید تېر شي؛لکه د “جنین” په شان، د مور په ګېډه کې باید پرله پسې پړاوونه تېر کړي،ټولنه هم باید د خپلې بشپړتیا په بهیر کې ځینې پړاوونه تېر کړي او لکه څرنګه، چې یو انسان د یو ډاکتر په توګه یوازې کړای شي، د “جنین” روغتیا ښه وساتي،که کوږ پروت وي، نیغ یې کړي او د زیږون درد یې کم کړي،مور ډېرې دمې ته پرېنږدي،چې ماشوم ډېر غټ نۀ شي او عملیات ته اړتیا پیدا نۀ شي او د ډاکتر دخالت تر همدې پولو دی؛خو په طبیعي بهیر کې دخالت نۀ شي کړای.
د ټولنې جبري بهیر هم دا شان دی. ټولنه باید جبراً پړاوونه تېر کړي. له لومړنۍ اشتراکي پيره مریتوب ته او له هغې فیوډالیسم ته او بیا بورژوازۍ او کاپیټالیسم ته ورسي او له دې پړاوونو باید تېر شي،چې په پاى کې سوسیالیسم او کمونیسم ته ورسي.
که غواړئ،چې یوه ټولنه له فیوډاليسمه، سوسیالیسم ته یوسئ، مثال یې داسې دی،چې غواړئ يو څاڅکى د زیږون تر پړاوه ورسوئ. دا عملي بڼه نۀ لري. ټولنه هم سل کلنه لار په یوه شپه کې نۀ وهي.
هغه تز سم او عملي نۀ دى،چې غواړي په ازادۍ ورکولو،په ایمان او علم بشر صلاح ، کمال او سوکالۍ ته ورسوي.
“اصلاحي تز”؛ یعنې دا چې بشر ته یوه طرح وړاندې کړو،چې بشر پر بنسټ يې ځان جوړ کړي. مارکسیسم وايي : زه داسې اصلاحي تز نۀ لرم،عملي فکر او عملي حکمت نۀ لرم. وايي: د فیوډالیسم په پېر کې خواري مۀ کوه،څه وکړه،چې فیوډالیسم خپل پېر تېر کړي او د بوروژوازۍ پېر ته راشي او که ټولنه د کاپیټالیسم په پېر کې وي، داسې څه وکړه،چې تضادونه ډېر شي او انقلاب وشي.
نو ځکه دوی اصلاحي تز نۀ لري؛ځکه اصلاحي تز؛یعنې په بشر د بشر سمونه ،چې پر دوو بنسټيزو اندونو ولاړ دی: یو دا چې د بشر په طبیعت کې حق پالي وي او بل دا، چې بشر ازاد او مختار وي او وکړای شي په خپله انتخاب وکړي.
دا چې د بشر په طبیعت کې بې له شرارته بل څه نۀ شته؛ نو بشر د سمونې او اصلاح وړ نۀ دی.
پېغمبران راغلل،چې بشر په بشر اصلاح کړي، نۀ په پرېښتو. قرآن کریم وايي:
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ
ژباړه: په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي( حدید/۲۵)
نۀ وايي چې: پېغمبران خلک انصاف ته اړ کړي. وايي،چې خلک دې په خپله انصاف او قسط ودروي؛یعنې پېغمبران غواړي، د خلکو په لاس ټولنه اصلاح کړي،چې دا اصلاحي تز دی.
د مارکسیسم علم والی، د ادعا له مخې يې، د اصلاحي تز ردول دي او په اصطلاح دا علمي فرضیه يې،ان د هغوی د بنسټگرو د وخت له تجربو سره هم اړخ نۀ لګاوه. هغوی په خپل وخت کې دا فرضیه هم تجربه نۀ شوه کړای او و یې لیدل،چې پر خلاف یې وشول. نۀ یوازې د ټولنو تاریخ پرې ګواهي ورنۀ کړه؛بلکې پر عکس،تاريخپوهانو جوته کړه،چې د نړۍ اوضاع داسې نۀ وه، چې څنګه، دوی ویله.
پردې سربېره ” مارکس” او “انګلس” د خپل عمر په وروستیو کې د “اروپا” د بدلونو او انقلابونو په شننه کې خپله لومړنۍ نظریه رد کړه.
همداراز “لنین”په “روسیه” کې ددې نظر خلاف جوت کړ. جوته يې کړه، چې په ټولنیزو موسسو او نهادونو کې بنسټ سیاست دی،نۀ اقتصاد؛نو د “مارکس” سوسیالیسم یې په داسې ټولنه کې راوړ،چې د اقتصادي بیخ بنا غوښتنه یې نۀ وه. اردو یې جوړ کړ؛ یعنې زور، دولت يې جوړ کړ؛یعنې سیاست، ګوند يې جوړ کړ؛یعنې سیاست.
دا څيزونه د “مارکس” مغزو ته نۀ و رسېدلي.”مارکس” لومړیت طبقې ته ورکړی و؛ نۀ ګوند ته. ویل يې: ګوند په هغه کچه کمونیستي دی،چې کارګرې طبقې ته نږدې وي.
“لنین” وویل: (( هغه مهال طبقه،طبقه ګڼو چې ځان ګوند ته نږدې کړي. موږ کړای شو بې د کارګرو له طبقې نور کسان هم غړي ونیسو.))
“مائو” ډېری دا اصول په “چین” کې تر پښو لاندې کړل. “مائو” په “چین” کې وښوول،چې یو ماشوم په یوه شپه کې سل کلنه لار وهي.
“مارکس” پر تمه و،چې د زمان “دوه ځاني” خپل بچي وزېږوي. د کومو دوه ځانو،چې وړاندوینه يې کړې وه،”انګلستان”، “المان”، “امریکا” او”فرانسه” وو؛ځکه کاپیټالیسم په کې د ودې او بشپړتیا لوړې کچې ته رسېدلی و او نهه میاشتیني شوي ول او ژر باید د سوسیالیسم بچي په “انګلستان”،”فرانسه” او “امریکا” کې زيږېدلي وای. دا نهه میاشتې نهه کاله شول او لنګې نۀ شوې؛نوي کاله شوې او لا تر اوسه نۀ دي لنګې. نوره د لنګوال هیله یې هم نۀ شته. پر عکس هغو هېوادو سوسیالیسم وزېږاوه، چې په “زیلانځ” کې یې د څاڅکي د تړل کېدو لومړۍ ورځ وه. اوس مهال له ټولو وروسته پاتې هېوادونه هغه دي، چې سوسیالیسم ته لېوال وي.
“مائو” د فلسفې په څلورو رسالو کې، بې له دې چې د “مارکس” نوم واخلي، په ډاګه وايي: (( سمه نۀ ده،چې په هر ځاى کې غټ تضاد، اقتصادي تضاد وګڼو. په یو ځای کې غټ تضاد،فکري دی، په یوه ځای کې کړای شو، په اقتصاد مخ بنا سمه کړو او په بل ځای کې لومړی باید ټولنیز نظام بدل کړو او بیا اقتصادي نظام بدلېږي.)) او دا یعنې پوچې خبرې.
نن له بیخ بنا او مخ بنا بله پوچه خبره نۀ شته او په خواشینۍ ځینې دا خبره علمي ګڼي او ډېره عجیبه خو دا ده،چې ځینې غواړي اسلام هم له دې خبرو سره تطبیق کړي. وایي: اسلام هم اقتصاد بیخ بنا ګڼي!! دوی نۀ له اسلامه خبر دي او نۀ له مارکسیسمه.
مارکسیستان، ولې تاریخ تور ښيي ؟
مارکسیستان هڅه کوي،چې د بشریت تاریخ تور وښيي. دوی یوازې د تاریخ سباوون؛یعنې لومړنۍ اشتراکي پېر او همدا شان د تاریخ وروستۍ یا د کمون ثانویه پېر له رڼا ډک ګڼي او بشري تاریخ د خصوصي مالکیت د پیدا کېدو له ورځې، د باطل،تیري، فساد، شرارت، وینې تويیدنې، ټګۍ برګۍ او د دورغو د حکومت پېر ګني او حقیقي بهیرونه، چې په تاریخ کې پیدا شوي، داسې مخونه ورکوي: دا بهیرونه ټګي برګي وه، تیارې وې، پر نورور تیارو د تيارو ورتپل وو. ان ادیانو او پېغمبرانو هم هیڅ ونډه نۀ درلوده، دوی بشر جوړ نۀ کړ؛بلکې بشر دوی جوړ کړل او دا د بشر په لاس کې د تیري او خره کولو (استحمار)لپاره یوه وسیله وه او عامو خلکو لپاره تریاک ول. که چا د عدالت او حق خبره کړې؛ نو هرومرو په کې څه چل يې دی؛ خو ایا دا شونې ده، چې د خصوصي مالکیت په پېر کې دې څوک واقعاً د حق او عدالت پلوی وي؟
که څه هم کله نا کله مارکسیستان مني،چې په تاریخ کې بېوزلیو خوځښتونه کړي ( که څه هم بېوزلي د خپلو حقوقو پلویان ول،نۀ عدالت غواړي؛خو که عدالت پلي شي له حقوقو سره یې اړخ لګوي) خو دې خوځښتو په هغو پېرونو کې، چې د تولید وضع خصوصي مالکیت یا مریتوب یا فیوډالیسم یا بورژاوزي ایجابوله؛ و نۀ شو کړای پایلو ته ورسېږي؛ لکه د اوبو د بهير پر خلاف، چې څوک حرکت کوي ،چې پایله نلري.
مخ بنا لنډ مهاله او په قشري ډول کړای شي،د بیخ بنا پرخلاف حرکت وکړي؛خو نۀ تل. که څه هم په تاریخ کې بشر ته څه برېښنا راپیدا شوې؛خو لنډمهاله وه او بېرته مړه شوه او تېرى بېرته واکمن شو او څه، چې د بشر ژغورنې ته راغلي ول، بشر ته بلا شوې وه.
اديانو که څه هم محدودې اغېزې درلودې؛ خو د بشر د ژوند تورې غوټې یې پرا نۀ نېستې . د “افلاطون” د “مدینه فاضله” په څېر،چې یوه ایدياله ،ذهني او غیر عملي طرح وه او هیچ چا ان خپله “افلاطون” هم پلي نۀ کړه [ليکوال: افلاطون ونۀ شو کړاى، چې ان يو کلى هم د خپلې طرح له مخې جوړ کړي او د عمر په وروستيو کې له خپلې طرح تېر شو] ؛نو دا بهيرونه د يوې شېبې په څېر وي.
که حضرت علي کرم الله وجهه پینځه کاله خلافت وکړ او عدالت یې خپور کړ، د حضرت علي دا پینځه کاله واکمني، د بشریت له تاریخ سره په پرتله، د یوې ثانیې مثال لري او په شمېر کې نۀ راځي.څه چې پر ټول تاریخ واکمن ول، تېرى او تپې تیارې وې.
دا د مارکسیستانو يو ډول هوښياره مبارزه ده، چې کله نا کله د ناپوهۍ له مخې مذهبیان هم پرې تېروځي. دا د هغوی له چلي نقشو او دسیسو ده،چې دين بې اعتباره وښيي.
یوازې دين و،چې د تاریخ په اوږدو کې یې د حق او انصاف غږ پورته کړی،له بېوزلیو او حقوالو یې ملاتړ کړی، ان پخوانیو فیلسوفانو هم د داشان مسئلو په هکله فکر نۀ کاوه.
په دين کې د عدالت،له تیري سره د مبارزې،رښتیا،سموالي،برابرۍ او ورورۍ خبره راغلې او دا پر تاريخ ستر دروغ او تور دی.
په يوې وينا کې مې ویلي: د “عاشورا” پېښه دوه مخه لري: تور او سپین .په یو اړخ کې تېری،جنایت،بې رحمي،نامردمي او دښمني ده.
“ابن زیاد”،”عمر سعد”،”شمر”،”سنان بن انس” او “حرمله کوفي” او…..ددې اړخ اتلان دي او همدا شان دا اړخ د تاریخ له ټولو تور اړخ دی. بل اړخ تر ټولو ځلاند دی،چې په کې ایمان،حقیقت،توکل ، مجاهدت او صبر وینو،چې “امام حسین”، وروڼه، ځامن،ورېرونه او یاران یې اتلان دي. که ددې اړخ ښکلې برخې له ناوړه اړخ سره يې کېږدو؛نو نۀ یوازې ترې کم نۀ دي؛بلکې ترې ځلانده هم دي؛خو ځینې مبلغان د عادت له مخې، یوازې د “عاشورا” د پېښې تور اړخ خلکو ته بیانوي. تۀ به وا چې دا تاریخ بیخي سپین اړخ یا پاڼه نۀ لري او امام حسین،یاران او ځامن یې توى ولاړل او پرې تېری وشو او مظلوم شول او هیڅ اتل یې نۀ درلود. حال دا چې دا پېښه دوه اړخونه لري ،چې ښکلى اړخ یې پر ناوړه اړخ غوره دى.
همداشان نیوکه پر ماتریالیستو تاریخ لیکوونکیو هم ده،چې غواړي د تاریخ تور اړخونه او پاڼې لاپسې تورې انځور کړي؛ځکه دا یې د فلسفې پر خلاف دي،چې ښکلا یې وښيي. که ښکلاوې یې وښيي؛نو تاریخي ماتریالیسم باطلېږي. دوی وايي: له کله چې خصوصي مالکیت پیدا شوی،انسان له انسانیته وتلی او د “مارکس” په اصطلاح له ځانه پردى او مسخ شوی! ښکېلاکګر په یوه بڼه له انسانیته ووتل او زبېښل شوی په بله بڼه .
انسان هغه وخت و،چې د لومړني اشتراک پېر و او هله به انسانیت ته راستون شي،چې د اشتراک دویم پېر راورسي. په دې دوو پېرونو کې انسان له انسانیته بهر وتلی او تاریخ یې نۀ شي کړای ځلاند ټکې ولري.
نو څه وکړو؟ صبر وکړو،چې د تاریخ موټرخپل پړاوونه ووهي او خپل مقصد ته ورسي او دا هغه وخت دی،چې د تولید اوزار به جبراً سوسیالیسم او اشتراکیت ایجابوي؛ نو د سوسیالیسم ،حق او عدالت په رامنځ ته کېدو کې بشر هیڅ ونډه نۀ لري او نۀ شي کړای،چې وروسته او مخکې یې کړي، باید په خپله د یو خودکار طبیعي بهیر په څېر مخکې ولاړ شي او وخت یې راورسي. چې وخت،پير او تاریخ یې راغی؛نو په خپله به رامنځ ته شي.
د اسلام نظریه
د اسلام نظریه د مارکسیسم پرخلاف ده؛لکه چې د بحث په پیل کې مو وویل: قرآن کریم د هستۍ بهیر د حق پر بنسټ ګڼي او حق اصیل راپېژني او په مقابل کې څه هم باطل نۀ نفې کوي؛خو اصیل یې نه ګڼي؛ نو قرآن حکيم تاریخ ته خوشبین دی او انسان ته پر اصالت قایل دی.
قرآن کریم نۀ وايي چې: انسان یوازې اوزار دی او د ړانده جبر په بهیر کې راغلی؛ځکه ایمان ته پر اصالت قایل دی. اسلام ګروهمن دی،چې انسان صداقت ،امانت او عدالت ته ذاتي لېوال دى.
د قرآن حکيم په تعبیر: انسان حنیف دی، حق پال دی؛ یعنې په فطري بڼه د کمال او خیر پر لوري تګ په کې شته او په عین حال کې له ازادۍ او اختیار هم برخمن دی او ممکن د حق له لارې واوړي، حق ترپښو لاندې کړي، تېری وکړي، دورغ ووايي؛ خو قرآن حکيم دا د لنډمهالو بهیرونو په توګه مني.
نو په دې لید کې باطل د یو نسبي او طفیلي چار په توګه مطرح کېږي.
ظالم له کومه پیدا کېږي؟ ظالم، خپل ملکوتي او خدايي حس ددې پر ځای، چې د خدای په لار کې ارضا کړي، په ((غیرالله)) او شیطاني لار کې يې ارضا کوي.
بطلان او شر د لارې له بدلېدو پیدا کېږي،چې د انسان اختيار او ازاد دي راښيي. حق اصیل دی او باطل نا اصله دى او تل يې تر منځ شخړه وي؛ خو داسې نۀ ده،چې تل حق مغلوب وي او باطل غالب.
حق دی،چې استمرار یې موندلى او ژوند او تمدن ته یې دوام ورکړی او باطل یوه ننداره وه، چې څرک یې وهلې او بیا مړ شوې. د بشر فطرت په ټولو ځایو ان “شوروي” کې هم همدا شان دی. له هغو لسو میليونو کمونیستانو یې چې تېر شئ، چې په کې ښایي پینځه میليونه یې تېروتي وي، که تاسې په یوسل او نوي میليونو پسې ولاړ شئ؛نو یو شمېر فطري انسانان به ووینئ؛یعنې فطري مسلمانان، بالفطره مسلمانان؛یعنې یو روغ انسان.
که ټولنه داشان وي؛ لکه چې مارکسیستان یې وايي، تپې تېرې به پر رڼا او شر به پر خیر برلاسې وي، ټول به یو بل ته دروغ وايي،ټول به له یو بل سره خیانت کوي،یو تن دې تقوا ونۀ لري،یو دې هم ایمان او حقیقت ونۀ لري او لرې خبره ده،چې دا ټولنه په خپلو پښو ودرېږي.
دا چې یوه ټولنه ناروغ وي او پر بلې شر غالب وي؛نو ترمنځ يې توپیر شته. تاسې څو تنو ته مۀ ګورﺉ،هغوى خو د ټولنې کچې نۀ دي. ټولنه د وګړي په څېر ده. حکماء وايي: هغه حالت، چې د بدن ژوند ساتي،د دوو پولو ترمنځ دی او په تعبیر يې”نوساني مزاج” لري. د ساري په ډول: د انسان د وینې فشار بايد د دوو پولو ترمنځ وي، که له یوې پولې راټیټ شي،مري او که له بلې پورته شي،هم مري. د تعادل پوله لري. انسان کوښښ کوي،چې حالت د تعادل په حد کې کابو کړي. “یوریا” که له حده ټيټه شي،ښه نۀ ده او که ډېره هم شي بيا هم ښه نۀ ده. “د وینې سره او سپین کرویات” باید له حده راټیت نۀ شي او باید له حده هم پورته نۀ شي. شکره هم بايد له حده کم و زیات نۀ شي.
ټولنه هم همدا شان ده.
قرآن حکيم وايي، هغه ټولنې هلاکې شوې ،چې باطل پرې برلاس شوى وي.
قرآن کریم ټینګار کوي،چې ټولنې باید د رښتینې تعادل په حالت کې وي؛ نو ناروغ ټولنه او دا چې باطل پرې غالب وي،سره توپیر لري. دا دوه دې له یو بل سره غلطې نۀ شي. د باطل او حق ترمنځ تل جګړه وه. انسان ویني، چې باطل د لنډ مهال لپاره راځي او حق پوښي؛ خو داسې ځواک نۀ لري، چې تلپاتې شي ، اخر هم له منځه ځي.
باطل طفیلي او لنډمهاله وي. څه چې دوام لري حق دی.کله هم، چې یوه ټولنه بشپړ باطل ته ورماته شوې او له حقه غوڅه شوې ؛ نو پوپناه شوې ده. باطل له منځه تلونکى دی،پر مړينه محکوم دی،له دننه ورستېږي،مخ پر زوال دی؛یعنې له دننه مري او د مرګ په حال کې دی؛ځکه ځینې مرګونه تدریجي او په ورو ورو وي او اړینه نۀ ده، چې سمدلاسه دې وي.
قرآن حکيم ته کتنه
د حق او باطل په اړه ځینو آیتونو ته ځیر کېږو:
۱- د بحث په پیل کې د «بسم الله الرحمن الرحیم» په هکله مطالب وويل شول،چې د خدای “رحمانیت”،اصالت لري. قهر، عضب، جباریت او غچ ، هم چې الهي صفتونه دي، “تبعي اسماء” دي او له پېرزوېنې يې راولاړېږي. په دې عالي لید کې بې د «الله» له “رحمانیت” او “رحیمیته” بل څه نۀ شته،څه چې دي “خیر” دی، “کمال” دی،”جود” دی او شر،نقص یا نيمګړتیا او نيستي ، نسبي،تَبَعي او اعتباري چارې دي.
په هستۍ کې خیر غالب دی،حق اصیل دی، او که باطل پیدا هم شي، محکوم ، غیر اصیل او پوپناکېدونکی دی او څه چې پایښت لري حق دی. ((كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ. ))(قصص/۸۸) ژباړه:….
وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالْإِكْرَامِ. (رحمن/۲۷) ژباړه:….
په بشري تاریخ کې هم دا “لید” حکم کوي،چې حق بریالی دی او حق نظام به پر باطل نظام برلاس شي.
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
ژباړه: او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پرټولو اديانو يې برلاس كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي .( توبه/۳۳)
۲- د بقرې سورت آیتونه : ددې سورت په پیل کې درې ډلې د یو بل پر وړاندې راغلي : مومنین، کافران او منافقین.
مومنین پر غیبو ایمان لري،لمونځ کوي، نفقه ورکوي،پر خپل الهي ښوونځي ایمان لري، د اخرت پر عالم یقین لري، دا ډله بریالۍ ده او د خپل پالونکي له لوري پر سمه دي.
د کافرو ډلې ته،چې رارسي، د زده کوونکي په څېر يې ښيي، ښوونکي چې هر کار وکړ، په هیڅ نصیحت او رټنه یې ونۀ شو کړای، چې لارې ته یې سم کړي، بیا چې پلار یې راشي؛نو ښوونکى ورته وايي: (( سړیه! خوشې کړه؛نوره ګټه نۀ لري، دا نۀ سمېږي)) کفر له وړاندې کونې او بلنې وروسته دی. څه چې وروړاندې شول، دوی پرې کافر شول، نور ورته بې توپېره ده.
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لاَيُؤْمِنُونَ
ژباړه: څوك چې كافران شوي،هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه ) يې ووېروې يا ونۀ وېروې ايمان نۀ راوړي( بقره/۶)
خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
ژباړه: خداى پر زړونو او غوږونو يې مهر لګولى او پر سترګو يې پرده غوړولې ده او ستر عذاب ورته سترګې پر لار دى .(بقره/۷)
د منافقینو ډلې ته،چې رارسي؛نو ډېر اهمیت ورکوي؛ځکه د دوی په اړه ډېری آیتونه راغلي دي. منافقین هغوی دي،چې له دينه د دين پر ضد ګټه اخلي؛یعنې ځانونه دينوال ښيي،حال دا چې په باطن کې د دين ضد دي.
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ
ژباړه: ځينې خلك وايي:((پرخداى او د اخرت پر ورځې موايمان راوړى دى.)) حال دا چې ايمان يې نه دى راوړى .(بقره/۸)
يُخادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
ژباړه: (دوى) خداى او مؤمنان تېراېستل غواړي،حال دا چې يوازې خپل ځانونه غولوي (؛خو) نۀ پوهېږي.(بقره/۹)
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوْا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ
ژباړه: او چې كله له مؤمنانو سره مخ شي (؛نو) وايي :(( ( په حقيقت كې)؛خو موږايمان راوړى دى.)) (؛خو) چې كله له خپلو شيطانانوسره څنګځي ته شي، وايي :((موږ له تاسې سره يو؛او (په هغوى پورې) هسې ټوكې كوو .)) (بقره/۱۴)
اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
ژباړه: خداى (دى چې ) ملنډې پرې وهي او پخپلې سرغړنه كې يې پرېږدي، چى لالهانده شي.(بقره/۱۵)
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَاراً فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَيُبْصِرُونَ
ژباړه: هغوى [=منافقين] د هغوكسانو په څېر دي ( چې د لار ميندنې لپاره يې په تياره دښته كې ) اور بل كړى وي؛ خو چې كله اور چاپېريال يې رڼا كړي؛ نو خداى (د اور مړه کولو لپاره سيلۍ را الوزوي او) رڼا ترې واخلي او په داسې ترږميو كې يې پرېږدي چې هېڅ نۀ ويني.(بقره/۱۷)
دوی له شیطاني دسیسو کار اخلي او خپل عقل د نفس په خدمت کې کاروي(اخر عقل هم انسان ته یوه رڼا ده ؛لکه چې حس او غریزه د انسان لارښود او رڼا ده). چاچې عقل د شیطاني دسیسو په چوپړ کې او د دین د لارښوونو پرضد وکاروه؛ نو د هغه په څېر دی،چې په تپه تیاره کې اور ولګوي،چې په تياره دښته کې له رڼا یې ګټه واخلي او لار پرې پیدا کړي. چې کله اور ولګوي، په پیل کې ترې ګټه هم اخلي او شاوخوا یې روښانه کوي؛خو خدای ژر دا رڼا له منځه وړي او هغه بېرته تپو تیارو ته ننباسي.
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَيَرْجِعُونَ
ژباړه: هغوى كاڼه،ګونګيان او ړانده دي؛نوځكه (له بې لارېتوبۍ) نۀ راګرځي.(بقره/۱۸)
دوی نه یوازې په تپو تیارو کې پرېږدي؛بلکې سترګې،غوږونه او ژبه هم ترې اخلي؛ځکه که سترګې خلاصې وي او له لرې یو څراغ پیدا شي، انسان یې ویني او لار پیدا کوي یا که غوږونه یې خلاص وي؛نو په تیاره کې د اوښ یا موټر غږ اوري او پوهېږي،چې لار کوم لوري ته ده یا که د انسان ژبه خلاصه وي،چیغه وهي او که څوک یې نږدې وي، چې وایې وري او لارښوونه ورته وکړي؛خو دا هر څه ترې اخېستل شوي دي.
أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّماءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ وَاللّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ
ژباړه: يا (يې سارى داسې دى) چې (پر لارويو) دشپې په تپه تياره كې له ګړزهار تالندې او برېښنا سره باران ورېږي، هغوى د مړينې له وېرې په خپلو غوږو كې ګوتې ږدي، چې د برېښنا ګړزهار وا نۀ وري او خداى كافران را ايساركړي دي (او د قدرت په منګولو كې يې دي ) (بقره/۱۹)
نو قرآن، غولونې ته پرهیڅ ډول بریالیتوب قایل نۀ دی. نۀ وايي چې هستۍ غولونې اداره کړې. قرآن دا منطق نۀ مني،چې زور د تاریخ بهیر پر مخ وړی او غولونې ورته حرکت ورکړی او تيارې چورولی دی.
د قرآن حکيم له منطقه دا ناشونې ده،چې په ټول کې پر بشري ټولنه دې شر،فساد او تېرى برلاس وي او په عین حال کې دې ټولنه هم پاتې وي.
پېغمبر اکرم(ص) وايي:(( یو هېواد له کفر سره پاتې کېدای شي؛خو له ظلم سره نۀ.))
موږ کله تېری په لوړه کچه وینو،چې یو پاچا ظالم وي؛خو ټولنه د پاچا په څېر ظالمه نۀ وي،که عامو خلکو ته ورشئ؛ نو وینئ چې په ټول کې رښتینولي، پر دروغو،امانت پر خیانت او عفت پر بې تقوايۍ برلاسي دي. ټولنه بايد په ټول کې په پام کې ونیسو، په تېره بیا اصلي هډوکي یې.
۳- د صافات د سورت آیتونه: د “صافات” سورت په پاى کې د انبياوو واکمني او پيغام یې راغلی دی( دا مطلب په قرآن حکيم کې په بېلابېلو بیانو راغلی دی.)
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ
ژباړه: او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو(د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده:(صافات/۱۷۱)
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ
ژباړه: بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي، (صافات/۱۷۲)
وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمْ الْغَالِبُونَ
ژباړه: او بېشكه، همدا زموږ لښكر بريالى دى. (صافات/۱۷۳)
ایا دلته د قرآن موخه پوځي غلبه ده؟؛یعنې تل که له یوه “پېغمبر” یا د پېغمبر له لارویانو، له حق پال ، د خدای له “ولي” یا یو “امام” سره څوک وجنګېږي،تل مقابل لوري ماته خوړه؟ په غوڅه توګه داسې نۀ ده؛ځکه قرآن حکيم د پېغمبرانو پر ناحقه وژل کېدو خبره کوي:
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بالْقِسْطِ
ژباړه: هغوى چې د خداى پرآيتو نو كافرانېږي او پېغمبران پرناحقه او عدالت خپروونكي وژني(ال عمران/۲۱)
یعنې پېغمبران، د حق اولیاء، عدالت پلوي او پر انصاف امرکوونکي وژل کېږي؛نو په غوڅ ډول موخه پوځي بریا نۀ ده؛ بلکې د “جندالله” بریا د اهل حق بریا ده؛ځکه جګړه یې ګروهیزه ده او بریا یې هم ګروهیز دی. سمه ده،چې په ظاهر کې پوځي ټکر هم شته؛خو کله ناکله ټکرونه پوځي اړخ نۀ لري. یو وخت داسې وي، چې جګړه سیاسي ماهیت لري؛لکه د “ایران” او “روم” د باچایانو جګړې.
لومړي غوښتل،چې یوه سیمه او خاوره تر واک لاندې کړي او هغه بل هم دا غوښتل او پر یو بل به بریالي کېدل. په یو وخت کې جګړه اقتصادي ماهیت لري؛یعنې لوري د شتمنیو پر زېرمو د برلاسۍ لپاه جنګېږي.
نن دا شان جګړې ډېرې دي،په تېره بیا هغه سیمې، چې “سوق الجیشي” ارزښت لري.
ډېری جګړې اقتصادي ماهیت لري؛یعنې د سیمې لاس ته راوړل نۀ؛بلکې د اقتصادي زېرمو لاس ته راړول وي.
ځینې جګړې ګروهیز او ایدیولوژیک اړخ لري او داچې د فکر، ګروهې او پېغام لرونکي دي،غواړي د خپلې ګروهې په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي یا غواړي داسې لار پیدا کړي، چې په نړۍ کې خپله ګروهه خپره کړي.حضرت علي (ک) وايي،چې د اسلام په لومړیو کې جګړو ایديولوژیک ماهیت درلود: ( و حملو بصایرهم علی اسیافهم) هغوی خپل بصیرتونه،درکونه او پوهاوې پر خپلو تورو وړل؛یعنې غوښتل یې په تورو خلکو ته پوهاوى ورکړي،نۀ بل څه.
که وایو چې پېغمبران بریالي دي؛نو موخه یې پوځي بریا نۀ ده. که د حضرت امام حسین جګړه د “یزید” له لښکر سره له پوځي ؛(یعنې له ظاهري او صوري) اړخه وه،امام حسین ماتې خوړلې او مقابل لوری یې بریالی شوی؛خو که د پېښې منځپانګې ته ځیر شو؛نو ګروهیزه او فکري ده؛یعنې د “یزید” حکومت د هغه بهیر سمبول او نښه وه،چې غوښتل یې اسلامي فکر له منځه یوسي او امام حسین هم د اسلامي فکر احیا او بیا راژوندي کېدو ته وجنګېد.
په دې صورت کې باید ووینو،چې ایا امام حسین خپلې موخې ته رسېدلی او که نۀ؟ ایا ویې کړای شو په نړۍ کې یو فکر راژوندی کړي یا یې ونۀ شو کړای؟
ګورو، چې ویې کړای شو. څه له پاسه یو زر او څوارلس کاله کېږي،چې دا غورځنګ هر کال نوې بریاوې لاس ته راوړي؛یعنې هر کال “عاشورا” ده او د (( کل یوم عاشورا)) مانا هم دا ده،چې د “امام حسین” په نامه له ظلم او تیري سره مبارزه کېږي او حق او عدالت بېرته راژوندی کېږي. دا بریا ده او له دې بله غټه بریاشته؟ “یزیدیان” او “ابن زیادیان” ځي؛خو”حسینیان” او “زینبیان” پاتې کېږي؛خو د وګړي په ډول نۀ ؛بلکې د فکر او پر خپلې ټولنې د واکمن او د اختیار د خاوند په ډول. هو ! هغوی مري؛خو دوی ژوندي او تلپاتي دي.
۴- د انبیاء سورت آیتونه: د دې سورت په۱۶ ،۱۷ او ۱۸ ام آیتونو کې،خدای د اسمان او ځمکې پنزونه راوړې ، چې په نړيواله کچه، د هستۍ نظام پر حق ولاړ دی،نۀ پر باطلو او پوچۍ.
وَمَا خَلَقْنَا السَّماءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاَعِبِينَ
ژباړه: موږ اسمان او ځمكه او څه،چې يې ترمنځ دي، د لوبو له مخې نۀ دي پېدا كړي. (انبیاء/۱۶)
لَوْ أَرَدْنَا أَن نَتَّخِذَ لَهواً لَاتَّخَذْنَاهُ مِن لَدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِينَ
ژباړه: كه موږ لوبې او سرګرمۍ غوښتلاى (او) دا كار مو کړاى (؛نو) هرومرو له خپل لوري به مو يو څه غوره کړي واى ؛(انبیاء/۱۷)
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ
ژباړه: بلكې موږ پر باطل د حق ګوزار كوو، چې ويې ځپي او پدې توګه باطل له منځه ځي؛ خو پر تاسي افسوس چې (د خداى او د خلقت د موخو په باب د ناحقو) خبرې جوړوئ .(انبیاء/۱۸)
دا آیتونه د حق ځواک او د باطل کمزوري او ناڅیزي يادوي. باطل ممکن ظاهري او لنډمهاله واکمني ولري؛خو حق یو دم له کمین او څارنځى راوځي او له منځه یې وړي. ((قذف))؛یعنې توغول. ((دماغ))؛ یعنې د مغزو ځای؛ لکه چې له حقه مرمۍ جوړو او باطل پرې ولو،چې ماغزه یې دړې وړې کوي. بیا یو وخت ویني،چې باطل له منځه تلونکى و، هیڅ هم څه نۀ و، “زاهق” و.
ځینې له دې په ګټنې وايي،وروسته له دې ،چې حق په باطل وپوښل شو؛ خو چې کله له باطل سره جګړې ته راځي، ځپنده او نړوونکى وي.خدای خپله په بشر دا کار کوي. ناڅاپه ویني،چې حق لکه د توپان غوندې راځي او باطل ځپي او لرې یې غورځوي.
وګورﺉ قرآن د حق او باطل جګړې ته څومره ښه ویني او وايي: د باطل نمود مو ونۀ ډاروي، د باطل پراخوالى مو نهیلي نۀ کړي؛ځکه په پایله کې حق بریالی دی.حق تل بریالی و.
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ
ژباړه: خداى له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي(نور/۵۵)
د تاریخ په اږدو کې تل ،حق او باطل له یو بل سره د جګړې په حال کې و؛خو قرآن په پایله کې پر باطل د حق د بریا ژمنه کوي،چې د باطلو به هیڅ نښه پاتې نۀ شي او دا د تاریخ وروستۍ برخلیک ګڼي؛نو سپارښتنه کوي،چې ایمان ولرﺉ او د هیڅ څیز په هکله مه خپه کېږﺉ.( وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا)،چې غوره والى ستاسې دی، له خپل لږوالي او د هغوی له ډېروالي مۀ وېرېږﺉ،له ډېری مالونو،چې د نړۍ شتمنۍ یې زېرمه کړي،مۀ ویرېږﺉ، د وسلې له ډېروالي او له زوره یې مۀ وېرېږﺉ،یوازې پر ایمان او حقیقت سنبال شئ، رښتیني مومنان اوسئ، واقعي انسان اوسئ. که داسې شوئ؛نو بریاستاسې ده.
له دې آیته بله ګټنه دا کېږي ،چې دا انقلابي حرکت د حق پر ځواک او د حق پالنې پر ستن ولاړ دی، داسې انقلاب دی،چې د حق له ځواکه راټوکېږي،نۀ هغه انقلاب،چې د ګېډې پر بنسټ وي. حق پالي د نس پالنې له کبله نۀ؛بلکې د حق پالۍ له مخې راویښوو.
ځینو انګېرلي،دا چې قرآن حکيم د مستضعفینو ملاتړی دی،تز یې دا دی، چې موږ دې تل له وږيو لښکر جوړ کړو؛ځکه چې یوازې ګېډې یې مړې کړو؛خو داشان نۀ ده.
قرآن وايي: زموږ خوځښت د مستضعفینو په ګټه دی،اوس ممکن پاڅونکي له مستضعفینو وي او يا بې له دوی وي. اتفاقا که مستضعف ګېډې ته مبارزه وکړي،قرآن حکيم یې نۀ مني. اسلام داشان کس ردوي. پېغمبر اکرم(ص) وايي:(( که څوک ددې لپاره هجرت وکړي،چې مال لاس ته راوړي او یا هم کومه ښځه اسیره کړي او بیا ورسره واده وکړي؛نو اسلام دا هجرت نۀ مني، څوک چې د خدای او رسول لپاره هجرت کوي،الهي اجر ته دې په تمه وي.)) (وګورئ: جامع الصغير ١/١، منية المريد ٢٧مخ) اسلام وايي: موږ ځو، چې مستضعفین وژغورو،نۀ دا چې یوازې په ګېډه یې ماړه کړو.
موږ د ایمان او حق پالۍ ځواک په خوځېدو راولوو،(بل نقذف بالحق علی الباطل)؛یعنې له حقه انقلابي ځواک جوړو او پر باطلو يرغل کوو. دا انقلابي ځواک دی،چې ځان د مرمۍ غوندې د دښمن پر زړۀ ورولي.((بالحق))؛یعنې له حق ځواک او اهل حق سره. له حقه مرمۍ جوړو او د باطل پر ماغزو ګوذار کوو، چې دړې وړې شي؛نو ناڅاپه ویني چې باطل راپرېوتى او هیڅ هم نۀ و،یوازې غټه تنه وه،چې ترې وېرېدې:( فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ). قرآن حکيم نۀ وايي، چې باطل به ورورسته له منځه ولاړ شي(زهوق)،باطل له منځه تلونکی دی. باطل په اصل کې تلونکی دی.
۵- د رعد د سورت آیتونه : قرآن حکيم ددې سورت په (۱۷)م ایت کې حق او باطل له مانا په ډک مثال کې ښوولى دی.
أَنزَلَ مِنَ السَّماءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةُ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَداً رَابِياً وَمِمّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقِّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ
ژباړه: (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې د هغوى د وړتيا هومره سېلاب وبهېد؛نو دې سېلا ب اوچت ځك پر سر واخيست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وسايلو جوړولو ته ويلي كوي او خداى دغسې د حق او باطل مثال وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځېږي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز ] په ځمكه كې تمېږي، خداى دغسې مثالونه بيانوي . (رعد/۱۷)
دلته ځینو مفسرینو ویلي؛یعنې دغسې خدای د حق او باطل مثال وړاندې کوي. ځینو ویلي: دغسې خدای حق او باطل له یو بل سره وهي؛یعنې دغسې د حق او باطل ترمنځ جګړه رامنځ ته کوي. د حق او باطل جګړه داسې څه دي؛ لکه د اوبو پر مخ ځک.
فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ، خو ځګ ځي او پو پنا کېږي؛خو څه چې خلکو ته ګټه رسوي او په ځمکه کې پاتې کېږي. په ادبي اصطلاح دلته حکم يې،صفت ته ځنډولی؛ یعنې دا صفت د هغه حکم علت دی. ویې نۀ ویل: (( اوبه پاتې کېږي،فلز پاتې کېږي))؛بلکې وايي څه، چې خلکو ته له اوبو او فلزه ګټور دي، د ګټوروالي له مخې پاتې کېږي،په دې دلیل چې ګټور دي،خیر دی او بې ګټې،بې خاصیته له منځه تلونکي دي. (كَذلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ) خدای دغسې مثالونه بیانوي. له دې مثاله د پام وړ څو ټکي لاس ته راځي:
الف : باطل تش ځگ دى او حق اصل دى
((فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَداً رَابِياً))؛ یعنې ځګ د اوبو پر مخ مازې پوښ وي،که ناپوه ورته وګوري او له بیخه یې خبر نۀ وي، ډېری ځګ ویني،چې روان دی؛خو د باران اوبو ته پام نۀ کوي، چې تر ځګ لاندې روانې دي،حال دا چې دا اوبه دي، چې روانې دي، نۀ ځګ؛خو ځک چې د اوبو پر مخ پروت دی، ظاهر لیدونکې سترګې، چې د پېښو ژورو ته نۀ ګوري،یوازې ځک ویني.
باطل هم همدغسې د حق پر ځواک سپرېږي او مخ یې پټوي،که خلک د ټولنې ظاهر ته وګوري او ژورو ته یې و نۀ ګوري؛نو همدا هسکې څوکې او سترګې غولوونکې خلک به ګوري.
که د دیارلسمې پېړۍ “ایران” ته وګورو،لومړی مو پر “ناصرالدین شاه” سترګې لږي،ممکن فکر وکړو،چې ټول خلک به په څېر يې ول،حال دا که ټول د “ناصرالدین شاه” غوندې ول؛نو نن به “ایران” نۀ و. که ټول خلک د “هارون الرشید” په شان ول او د هغه په څېر ماهیت یې درلوداى؛ نو لرې به وه،چې اسلامي ټولنه پاتې شوې وای؛ځکه “هارون الرشید” د تیري،یرغل، دروغو، غولونې، شهوت پالنې ، بې عفتۍ او ناپاکۍ ښکارندوی و. که موږ هغه مهال د اسلامي هېواد ټولو کلیو ته تللي وای،څه مو چې لیدل؛ نو “هارون الرشید” به و؟؛یعنې ټول خلک به مو د “هارون الرشید” په روحیه او صفاتو لیدل؟ هر کارګر او سوداګر او د کاروکسب خاوند به یو “هارون الرشید” و؟؛یعنې ټولو به یو بل ته دروغ ویل؟ ټولو به له یو بل سره خیانت کاوه؟ ټولو به بې عفتي کوله او بې تقوا به ول؟ نۀ کله هم داسې نۀ وه. “هارون الرشید” ددغسې خلکو د صداقت،امانت،رښتینولۍ او حقیقیت او صدقې له کبله ژوند کاوه. اوس که “هارون الرشید” او شاوخوا یې زر کسان هم ول، دا دې کچه نۀ وي،چې شر پر خیر غلبه درلوده .
که تاسې همدې اړول شوي “مسیحیت” ته وګورﺉ؛ کلیو او ښارونو ته ولاړ شئ، ایا هر “کشیش” به یې فاسد او چټل وي؟ په والله په همدو کې اویا، یا اتیا داسې کسان دي، چې په ایماني او له تقواپه ډک احساس یې د “مسیح” او “مریم” (عليهما السلام) په نامه څومره خلکو ته رښتیا،تقوا او سپېڅلتياوې ورکړي!! ګرم هم نۀ دي؛ نو د فاسد واکمن مسیحي روحانیت او پاپانو حساب له ډېری مسیحي مبلغانو او د مسیح له لارویانو بېل دی.
څه چې وینو، هماغه ((زَبَداً رَابِياً)) او د اوبو پر مخ ځکونه دي، چې په سترګو لږي؛خو چې انسان ټولنې ته ننوځي او هغه کسان وویني،چې په سترګو نۀ ښکاري او ټولنه چورلوي،هغوی پر حقه او رښتیني وي.هغه موټروان،چې تل له یو ښاره بل ته ځي او خواري کوي، چې د ورځې ۱۰۰ یا ۲۰۰ روپۍ پیدا کړي یا هغه بزګر، چې تل خواري کوي، ایا په وجود کې يې شر پر خیر غلبه لري؟ نۀ کله هم نۀ، دوی ډېری پر هماغه پاک اسلامي او انساني فطرت پاتې دي. هغه ټول کارګران،چې په کارخانو کې کار کوي،چې ورشې،حيران به شې،دوی څرنګه په دغسې وضع کې،څرنګه ټولنې او دین ته خوشبین دي او د ایمان او دین فکر ورسره دی.
نو ډېری ټولنه هغوی دي،چې،صلاح یې پر فساد غلبه لري. که فساد هم په کې وي، له ناپوهۍ راټوکېدلی او له نېمګړتیا یې دی، نۀ پوهېږي، ګرم هم نۀ دي، ناپوه دي. سړی ورته ګرم هم نۀ شي ویلای او د مفسدینو، ورانکاریو او بې لاریو په ډله کې یې نۀ شو راوړای؛ نو حق او د حق نظام، اصیل دی او د اوبو په څېر لاندې روان وي او ټولنه پر مخ بیایي؛خو باطل پر مخ یې دي او نمود پیدا کوي.
ب : باطل طفیلي دى او حق خپلواک
له دې قرآني مثاله بل دا ټکى لاس ته راځي، چې باطل د حق په طفیل پیدا کېږي او د حق په ځواک حرکت کوي؛یعنې ځواک یې خپل نۀ دی،ځواک اصلًا د حق دی او باطل پرې حرکت کوي.
کوم ځک،چې د اوبو پر مخ دی، د ځک ځواک نۀ دی،چې حرکت ورکوي، دا د اوبو ځواک دی،چې حرکت ورکوي. “قاسط مشر” که پیدا کېږي او باطل کارونه کوي،هغه ټولنیز ځواک “قاسط مشر” نۀ دی رامنځ ته کړی او د ځواک رښتینې ماهیت يې”قاسط مشر” نۀ دی او ټولنه هم په ځان کې دننه “قاسط مشري” ماهیت نۀ لري! بیا هم پېغمبر اکرم(ص) دی او بیا هم ایمان دی، بیا هم معنویت دی؛”قاسط مشر” پر دې ځواک سپور شوی دی.
“یزید” هم چې امام حسین شهيد کړ؛نو ویې ویل:(( حسین د خپل نیکه په توره ووژل شو. وګورئ: بحارالانوار: ٤٤/٢٩٨)) دا سمه مانا لري؛یعنې د پېغمبراکرم(ص) له هغه ځواک یې ګټه واخېسته او ویې واژه؛ نو ځکه یې د خلکو راپارونې ته وویل:(( الهي سپورو! سپاره شئ او جنت مو مبارک شه.)) وګورئ: شيخ مفيد، ارشاد: ٢/٩٢
امام باقر وویل:(( دېرش زره کسان راټول شوي ول، چې نيکه مې (حضرت امام حسین) ووژني او هر یو په وژنې يې خدای ته ځان نږدې کاوه؛ځکه ویل یې: “یزید” د پېغمبراکرم خلیفه دی او “حسین بن علي” ورپسې راپاڅېدلی دی، بايد ورسره وجنګېږو.)) وګورئ: مقرم، مقتل الحسين، ٦مخ، چې د ابى بکر ابن اعربي الاندلسي د عواصم له ٢٣٢ مخ نه اخېستل شوى دى.
باطل ،حق په خپله د حق په توره وهي؛نو باطل د حق ځواک په خدمت کې نیولى. دا هماغه د حق ځواک دی،چې ترې ګټه اخلي،د پرازيټ په شان،چې د انسان له بدن او وینې خواړه خوري. ممکن ډېر هم وخوري او غټ هم شي؛خو انسان ورځ پر ورځ ډنګرېږي او رنګ یې زېړېږي، د سترګو حالت یې بدلېږي او کمزورى کېږي.
قرآن حکيم وايي: چې سیلاب وبهید،اوبه دي ،چې حرکت کوي او ځواک لري او چې څه یې پر مخ راځي له ځانه سره یې وړي؛خو تاسې ځک وینئ، چې روان دی. که اوبه نۀ وي،ځک لږ هم مخکې نۀ شو تلای،دا اوبه دي او پر سر یې کېني او د اوبو له ځواکه ګټه اخلي.
په نړۍ کې تل باطل د حق له ځواکه ګټه اخلي. د ساري په ډول: رښتیا حق او دروغ باطل دي. که په نړۍ کې رښتیا نۀ وای،دروغ هم نۀ شي کړای، چې وي؛یعنې که په نړۍ کې یو تن هم نۀ وي،چې رښتیا ووايي او ټول دروغ ووایي ( پلار زوی ته، زوی پلار ته، ښځه مېړه ته،مېړه ښځې ته،ملګرى ملګري ته، شریک باڼى شریک باڼي ته ) دروغ خپل کار پر مخ نۀ شي وړای؛ځکه څوک باور نۀ کوي.
نن ولې دروغ ګټور دي او کله په یوځای کې د انسان په کار راځي ؟؛ ځکه په نړۍ کې رښتیني ډېر دي؛ځکه له خپل ځانه او نورو رښتیا اوري او که دروغ ووايي،مقابل لوری انګیري ،چې رښتیا دي او غولېږي؛یعنې دروغو خپل ځواک له رښتیا اخېستی دی.که رښتیا نۀ وای،څوک په دروغو پسې نۀ تلل؛ ځکه دا دروغ،رښتیا ګڼي،چې پرې غولېږي او که نۀ دروغ ،دروغ وګڼي هیڅ ورپسې نۀ ځي.
تېری هم همدا ډول دی.که په نړۍ کې انصاف نۀ وي،ناشونې ده،چې تېری دې وي. که یو په بل ډاډ ونۀ کړي او ټول له یوه بله غلا وکړي؛نو هغه مهال له ټولو ظالم هم نۀ شي کړای،چې څه پټ کړي؛ځکه خلک که پر یو بل، اعتماد او ډاډ لري او د انصاف او برابرۍ پوره پوره خیال ساتي؛خو دا ترې ناوړه ګټنه کوي. همدا هرڅه د ټولنې بنسټ ټینګوي او ددې ترڅنګ کړای شي،خپله غلا هم وکړي.
که د نړۍ بېلابېلې راډیوګانې واورئ؛نو له یوه به هم وانۀ وري،چې د بدمعاشۍ خبره یې کړې وي یا ووايي،چې غواړو تېری وکړو یا د نورو هېوادو ګټې لوټوو؛بلکې ټول د سولې نارې وهي،د ازادۍ او د بشر د حقوقو نارې وهي، حال دا چې ډېری او ښايي ټول یې دروغ وايي؛یعنې غواړي ددې ټکيو تر سیورې لاندې ژوند وکړي. د ازادۍ تر سیوري لاندې ازادي وځپي؛لکه چې ویلي یې دي: ((ازادۍ! په نامه دې په نړۍ کې څومره تېري وشول.)) دا له حقه د باطل د خوړو مانا ده.”ناصرالدین شاه” یا “هارون الرشید” یا “معاویه بن ابوسفيان” خپل باطل ځواک د خلکو د حق له ځواکه اخیستې وه او که نۀ له ځانه یې هیڅ ځواک نۀ درلود.
یوه قيصه مې اورېدلې وه، چې ویل یې دلته مناسب برېښي. د “فارس” له علماوو یو “تهران” ته راغلی و. چا ترې په مسافرخانه کې پیسې پټې کړې،هغه هم څوک نۀ پېژندل او حيران و،چې څه یې کړي وای. فکر ته یې راغلل، چې د پیسو لاس ته راوړو لپاره، “مالک اشتر” ته د حضرت علي کرم الله وجهه فرمان پر یو ښکلي کاغذ ولیکي او د وخت لومړي وزیر ته یې ورډالۍ کړي، چې هم یې ورته نصیحت کړی وي او هم یې ځان له کړاوه خلاص کړی وي.
عالم ډېره خواري وکړه،حکم یې ولیکه او ولاړ. لومړي وزیر وویل: دا څه دي؟ ویې ویل “مالک اشتر” ته د حضرت علي کرم الله وجهه حکم دی. لومړی وزیر لږ څه ځند کوي او بیا پر خپلو کارو بوختېږي. عالم څه موده کېني؛خو غوښتل یې،چې ولاړ شي. لومړي وزیر ورته وویل: کېنئ. بیا کېناست.خلک ځي راځي، ناوخته شو،غوښتل یې، چې ولاړ شي. ورته وویل شو: نۀ صېبه کېنئ. وویل شو: بې له نوکرانو دې ټول ولاړ شي. غوښتل يې بیا ولاړ شي. ورته وویل شو: کېنئ درسره مې کار دی. ویې ویل: وربند کړﺉ،چې څوک رانۀ شي. ورنږدې شو او دې عالم ته یې پټ وویل: دا دی ولې لیکلي؟ ویې ویل: دا چې تاسې لومړی وزیر یاست، فکر مې وکړ که غواړم درته خدمت وکړم، له دې بل غوره څه نۀ شته چې درته مې وليکل. لومړي وزیر وویل: رانږدې شه او په پټه یې ترې وپوښتل: ایا حضرت علي کرم الله وجهه هم پردې عمل کړی و. عالم وویل: هو کړی یې و.لومړي وزیر: چې عمل یې پرې وکړبې له ماتې یې بله پایله نۀ وه؟ څه یې پر برخه شول،چې اوس دې ماته راوړی او زه پرې عمل وکړم؟ ورته یې وویل: دا پوښتنه دې ولې د خلکو په مخکې ونۀ کړه او صبر دې وکړ، چې ټول ولاړل ؟ ان نوکران دې هم وشړل او رانږدې شوې او په پټه دې رانه وپوښتل؟ تۀ د خلکو له څه څیزه وېره لرې؟ دا چې حضرت علي کرم الله وجهه د خلکو زړونو ته ننوتى، ایا بې له دې بل څه شته؟ اوس “معاویه بن ابوسفيان” چېرته دی؟ “معاویه بن ابوسفيان”، چې ستا په شان عمل کاوه چېرته دی؟ ؛ نو حضرت علي ماتې نۀ ده خوړلې،نن بیا هم د حضرت علي منطق دی، بیا هم حق بریالی دی. دا یو مثال و، چې واقعيت بیانوي.
د نهج البلاغې په ۵۰ مه خطبه کې له حقه د باطل ګټنه ښيي. حضرت علي په دې خطبه کې وایي :(( انما بدء وقوع الفتن اهواء تتبع؛يعنې د فتنو او ګډوډیو پیل،ځاني غوښتنې دي،چې لاروي يې کېږي؛یعنې انسانان د خپلو ځاني غوښتونو تر اغیز لاندې راځي او بیا ددې پر ځای، چې خدای وستایي، ځاني غوښتنې ستایي او په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي.
((و احکام تبتدع)) او بیا احکام دي،چې بدعت په کې کېږي؛یعنې څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ځي له څه ګټه اخلي؟ د حق له ځواکه، بدعت د دین جامو ته راننباسي؛ځکه پوهېږي،چې ځواک، دین او مذهب دی. که وايي زه داسې خبره کوم ،څوک یې خبرې ته غوږ نۀ ږدي؛نو د دین په نامه یې پیلوي او وايي: د قرآن حکيم پلانکي آیت داسې ویلي او موخه یې دا ده؛یا یو حدیث جعلوي او وايي،چې پېغمبر اکرم او امام صادق داسې وویل؛یعنې د قرآن حکيم او پېغمبر اکرم او د امام له ځواکه ګټه اخلي او څه چې حقیقت نۀ دی،د حقیقت ټاپه پرې وهي.
((یخالف فیها کتاب الله)) په هغو احکامو کې د خدای له کتاب سره مخالفت کېږي.
((یتولی علیها رجال رجالا علی غیر دین الله)) هغه مهال وګړي له یو بل سره یو موټى کېږي او ((ګوند او ټولنه)) جوړوي؛خو بې د خدای له دینه او د هماغه بدعت [دلته بدعت، په دين کې بدعت دى، نۀ مطق نوښت ، په دين کې بدعت؛ يعنې څه چې په سنتو کې نۀ وي، د سنتو په نامه يې ښيي او څه چې د دين نه دي، په دين پورې يې تړې. په دين کې دا بدعت ا و نوښت حرام دى لکه د حضرت ابوهريره عمل، چې کله د مکې چارواکى و، يو بېوزلي له “عکى” پياز راوړي و، چې په مکه کې يې وپلوري؛ خو چا ترې ونۀ پېرل او نژدې و، چې خراب شي؛ نو حضرت ابوهريره ته ولاړ، چې څۀ وکړم، زه خو تاواني کېږم، هغه و، چې حضرت ابوهريره د جمعې پر ورځ پر منبر وويل: “سمعت من حبيبى رسول ا لله من اکل بصل عکة بمکة او جبت له الجنة؛ يعنې چا چې په مکه کې د عکې پياز وخوړل جنت پرې واجبېږي! خلک له پيازو راتاو شول او ويې پېرل، نو ځکه څوک د دغسې نوښت او بدعت حق نلري.] پر بنسټ او له همدې بدعته د دفاع تر عنوان لاندې په خلکو کې د دین په نامه يې تبلیغوي.
له دې وروسته حضرت علي د مطلب فلسفه بیانوي او وايي: (( فلو ان الباطل خلص من مزاج الحق لم یخف علی المرتادین)) که باطل له حق سره له ګډېدو بېل وي او له حق سره مخلوط نۀ وي، حق لټوونکي نۀ کږېږي؛ځکه ډېری خلک حقپال دي؛خو حق له باطل سره گډوي او خلک پرې تېروځي؛یعنې خلک په تېرو پر باطل غولېږي او د حق په نښه يې اخلي. که حق له باطله بیل او ورسره یوځای نۀ شي؛نو له حق لټوونکیو پټ نۀ پاتې کېږي؛ځکه ډېری خلک “باطل غواړي”، نۀ بلکې “حق غواړي” دي.
((ولو ان الحق خلص من لیس الباطل انقطعت عنه السن المعاندین)) او که له حقه د باطلو جامې واېستل شي؛ نو ازاد شو، د بد غواړو ژبه ترې غوڅېږي؛ که حق او باطل سره ګډ شي،ځینې هغه محض حق ویني، بیا نښو ته يې ګوري،ویني چې بدې اغېزې لري. د “معاندینو” یا “بدغواړو” ژبې را اوږدېږي،چې ستاسې دین او مذهب هم خراب راووت، نور خو نۀ پوهېږي چې دا خرابۍ او ناوړه نښې د حق نۀ؛بلکې د باطلو دي.حق کله هم داسې چلن نۀ کوي،چې د بد غواړو ژبې پرې ورپرانېستل شي.
د “معاویه بن ابوسفيان” برخلیک ددې حقیقت ښوونکى دی. څرنګه خلافت يې تر لاسه کړ؟ د حق په ځواک، د حنیفو خلکو،حق غواړو او حقیقت پلټونکیو په ځواک،چې نوي له اسلام سره اشنا شوي ول او زړۀ یې پر اسلام سوځېده.چې حضرت “عثمان” د وژنې له خطر سره مخ و؛نو “معاویه بن ابوسفيان” ورته هیڅ مرسته راو نۀ لېږله؛ځکه هغه له حضرت “عثمان” سره هیڅ کار نۀ درلود، هغه په خپل ریاست پسې و. سر یې په ګرېوان کې ښکته کړ، ویې لیدل که حضرت “عثمان” مړ شي ؛نو مړی یې تر ژونده راته ډېر ګټور دی. نو خپل جاسوسان یې ولېږل،چې د حضرت عثمان، په وینو ککړ کمیس او غوڅه ګوته ورته راوړي، بيا يې کمیس د “شام” پر ورۀ یا د “دمشق” په جامع جومات کې را ځوړند کړ او د منبر پر سر یې د مکر اوښکې توى کړې ویې ویل: ((خلکو! د پېغمبر اکرم مظلوم خلیفه یې وواژه، دا یې هم په وینو ککړ کمیس.)) د خلکو د ژړا غږونه پورته شول.
“معاویه بن ابوسفيان” څو ورځې خلک وژړول او د پېغمبر اکرم د خلیفه مظلومیت یې بیان کړ او دا آیت یې وایه : (( وَمَن قُتِلَ مُظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَاناً فَلا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنصُوراً
ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي ولي (او وارث) ته يې مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛خو په وژنه كې دې له پولي نۀ اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) يې ملا تړ شوى دى.(اسراء/۳۳)
((خلکو! اوس تاسې وویاست، دغسې ستر جنایت، چې پر اسلام شوی،موږ یې پر وړاندې چوپ کېنو؟))
ټولو خلکو وویل : نۀ ! ،نۀ ! موږ له سر و ځانه تېر یو او جهاد ته چمتو یو، بیا یې خلک راټول کړل او له حضرت علي سره جګړې ته ولاړ.
نو “معاویه بن ابوسفيان” له ځانه ځواک نۀ درلود، د پېغمبر اکرم(ص) له ځواکه یې ګټنه وکړه، د قرآن کریم له ځواکه یې ګټنه وکړه. بیا خونړی جلاد “زیاد بن ابیه” خلکو ته استوي؛ نو خلک به څه ووايي؟ وايي: دا هم اسلام، دا هم دین، وګوره اسلامي حاکم څه کوي؟؛نو دا مهال د “معاندینو” یا “بدغواړو” خولې راخلاصې شي.
حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( ولکن یوخذ من هذا ضغث و من هذا ضغث فیمزجان)) خو له حقه هم څه برخه او له باطل هم څه برخه اخېستل کېږي او سره ګډېږي؛یعنې یوه لپه حق او یوه لپه باطل له یو بل سره ګډوي او خلکو ته یې ورکوي؛ لکه په غنمو کې، چې ږدن ګډ کړي او د غنمو په نامه یې پر خلکو وپلوري.خلک یې چې د شپې وخوري؛ نو سبا یې اغېز جوتېږي.
((فهنالِک یستولی الشیطان علی اولیایه و ینجو الذین سبقت لهم من الله الحسنی)) دلته پر خپلو ملګرو برلاسېږي؛یعنې د شیطان اوزار هم حق دي،حق له باطل سره گډ شوی او حق د باطل جامې اغوستې دي.
دا هماغه مانا ده،چې له دې ایته ترې ګټنه کېږي،چې باطل له حقه خواړه خوري،خپله ځواک نۀ لري؛خو قوت ترې اخلي. که اوبه نۀ وای؛نو ځگ دوه قدمه هم مخکې نۀ شو تلای. داچې وینئ باطل حرکت لري؛نو د حق پر اوږو سپرېږي؛ نو وګورﺉ چې قرآن باطل څرنګه بې ارزښته او پوچ ښيي!
د باطل ظاهري غلبه او د حق وروستۍ بریا
د شننیز او تعقلي لید له مخې نۀ؛بلکې د سطحي او حسي لید له مخې،باطل حرکت لري. د ساري په ډول: یو ماشوم چې په عمر کې یې سيلاب نۀ دی لیدلی او نۀ پوهېږي، چې سېلاب څه دی او له کوم ځایه او څرنګه رامنځ ته کېږي. دا ماشوم،چې سېلاب ویني،ځګ یې ویني،چې روان دی، اصلا نۀ انګېري،چې بې له ځګه بل څه هم شته!؛یعنې د باطل ظاهري غلبه پراخه؛خو په پاى کې مغلوبېږي.
قرآن حکيم وايي: لید مو پراخه کړﺉ،د ټولنې په پېژندنه کې دومره په ظاهرو حکم مۀ کوﺉ. که د سل کلن پخواني تاریخ پاڼې راواړوئ؛ نو د “ناصرالدین شاه” عیاشي او تیري ته په کتو مۀ وايئ،چې یو پېړۍ مخکې اوضاع همدغسې وه. هغه د ټولو خلکو د پېژندنې لپاره سمبول او نښه مۀ نیسی. “ناصرالدین شاه” د ټولو خلکو پوره هېنداره مۀ ګڼئ . که داسې وي د تنباکو د تحريم په اړه د “میرزا شیرازي” فتوا او ستر اغیز ته یې څرنګه مخونه ورکوئ؟چې “ناصرالدین شاه” په خپل لومړي وزیر د خلکو له بې خبرۍ ګټنه کوي او بهرنیانو ته امتیازات ورکوي. د یو شمېر علماء په پلازمېنه او نورو ښارو کې دې ته پام کېږي او غږ راپورته کوي او د خلکو پام ورته وراړوي،څو له “سامرا” د “میرزا شیرازي” مشهوره فتوا “ایران” ته رارسي او د بمب غوندې چوي او خلک یې پر ضد راپاڅېږي. دا ښيي،چې د باطل په تل کې ایمان برلاس و، یو حقیقت برلاس و. د هغه مهال ښځې،چې په کورو کې ناستې وی او په سختۍ به بهر راوتلې، د اسلام د لومړني وخت په څېر راووتلې او سړي یې وهڅول، چې وجنګېږﺉ او که نۀ حق نۀ لرﺉ کور ته راشئ او موږ مو په کټ کې له ځان سره یوځای نۀ پرېږدو. دا ښيي، چې “ناصرالدین شاه” د خپلې زمانې سمبل نۀ و. دا سمه ده،چې خلک ناپوهه ول؛خوناپوهوالى بې له شریروالي دی.خلک یې ناپوهه پرېښي ول، نۀ دا چې انسانان ټول شریر او فاسد ول.
اوس به سل کاله مخکې ولاړ شو، “نادرشاه” به وګورو، چې له سرونو يې لوړې منارې جوړولې. ایا “نادرشاه” د هغه وخت کچه ګڼلای شو. د قرآن حکيم له نظره نۀ، دغسې شخصیتونه، چې په تاریخ کې راپيدا شوي،د اوبو پرمخ د ځک غوندې دي،د قضاوت کچه یې مۀ ګڼئ، که ټولو خلکو د “نادرشاه” غوندې شرارت درلودای،ټولنه به بیخي شیندل شوې وای.
قرآن حکيم وايي: که ټول خلک دغسې شریر،فاسد، ظالم او دروغجن ول،هغه ټولنه به مو له منځه وړې وای. لرې خبره ده، چې دغسې ټولنه به هم وي،بیخي د دوام وړ نۀ ده او وار د مخه به له منځه تللې وای.دا چې قرآن حکيم د تېرو قومونو له منځه تلل بیانوي؛نو د څه لپاره دي؟ وايی: له تاسې مخکې هم قومونه ول،چې ډېری خلک یې بد شول، د هغوی جرړه مو راواېسته؛ نو که ټولنه دوام لري،پوه شئ،چې ډېری خلک یې فاسد نۀ دي؛بلکې لږ یې فاسد دي،چې د اوبو پر مخ ځګونه دي.
باطل د لنډ مهال،د یو حرکت او نمود په بڼه دی او ژر هم له منځه ځي. یو حدیث دی،چې متل شوى دى :(( للحق دوله اوللباطل جوله)) حق،همېشه دولت دى؛خو باطل مخ پر ځوړ دی او ژر پاى ته رسېږي. یا (( للباطل جوله ثم یضمحل)) باطل مخ پر ځوړ دى او پوپنا کېږي؛خو حق جریان لري، دوام او پايښت لري . همدا شان د لته معلومېږي،چې باطل له حقه پیدا کېږي؛لکه چې ځک له اوبو پیدا کېږي او سیوری له وګړي پیدا کېږي؛ نو معلومېږي که حق نۀ وای؛نو باطل به هم نۀ و؛ ځکه باطل غواړي د حق په نامه او د حق تر سیوري لاندې او د حق په رڼا کې ژوند وکړي.
حق د اوبو په شان دی،چې د لارې په وهلو کې له ځینو چټلیو سره مخ کېږي او ځینې خلي او جالکۍ هم له ځان سره وړي،بیا هم دا خلي او جالکۍ یو او بل خوا وهي،چې په پایله کې ترې چټل ځکونه رامنځ ته کېږي. دا د اوبو د جریان طبیعي لازمه ده.
[1] نمونه، 10: 167 مخ