تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې غير مادي پاسوالان لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿ رعد/۱۱﴾ = […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

غير مادي پاسوالان

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿ رعد/۱۱﴾ = انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې تل یې وړاندې روسته د الله له امره (= نااړينو پېښو) ساتي؛ په حقيقت كې الله د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو خپل حال یې پخپله اړولى نه وي او چې كله الله كوم قوم ته (يې د كړنو له لامله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛ نو هېڅ څيز يې مخه نيواى نشي او بې له خدايه به کوم کارسازی ورته نه وي

د آيت ظاهر څرګندوي، چې خداى يوې ډلې پرښتو ته دنده وركړې، چې شپه او ورځ په نوبت انسان ته ورشي او له مخې او شا يې پاسوالې وي. ښايي موږ ټولو په ژوند كې دا حس كړي وي، چې ډېرو وختونو كې موږ يا خپلوان مو معجزه ډولي قوت له خطر ناكو پېښو ساتلي يو. مسلماً منو، چې دا تصادف نه دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((يعنې انسان د خداى په حكم ساتي، چې په څاه كې ونه لوېږي يا دېوال پرې راولوېږي، يا يې كومه پېښه مخې ته ورشي، تردې چې (الهي) هرومرو تقدير راورسي. په دې وخت كې يې الهي تقدير ته ورپرېږدي او ورسپاري، دا دوه پرښتې دي، چې انسان د شپې ساتي او دوه پرښتې دي، چې د ورځې په نوبت پردې دنده لګيا دي[1])).

په خپلې وګړنۍ او ټولنيزې نېكمرغۍ كې د انسان ونډه

 ددې آيت په څېر، د قرآن ډېرى آيتونه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د انسان ښې او بدې كړنې يې پر ژوند نېغ اغېز لري. تردې آيت لاندې له امام سجاد (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((هغه ګناهونه، چې نعمت اړوي دا دي: پر خلكو ظلم، د ښو عاداتونو له منځه تلل او د نعمت ناشكري. دا هماغه دي، چې خداى یې په اړه ويلي : ان الله لا يغير مابقوم…..))[2]. امام صادق (رح) وايي، چې پلار مې وويل: (( د خداى حتمي قضا داده، چې بندګانو ته كوم نعمت وركړي، تر هغه يې ترې نه اخلي، چې داسې ګناهونه وكړي،چې د ناوړې بدلې وړ وګرځي)) دا آيت، د اسلام يو ټولنيز آر دغسې څرګندوي، چې د يوې ټولنې په بريا، ماتې، بدمرغۍ او نېكمرغۍ كې خورا مهم آر، پخپله د ټولنې خلك دي او بهرني لاملونه په ورپسې پړاوونو كې دي[3].

له ځیلي كافرانو نهيلي

 وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۳۱﴾ = او بېشکه که داسې يو قرآن واى، چې (له هيبته يې) غرونه روان شوي واى يا ځمكه ټوټې ټوټې شوې واى يا مړو پرې خبرې کړې واى (بيا به هم ايمان رانه وړي)؛ خو ټولې چارې د الله په واك كې دي ايا هغوى چې ايمان راوړى، نه پوهېږي،چې كه الله وغواړي؛نو ټولو خلكو ته (په زوره) سمه لار ورښيي؟! (خو په زوره لارښوونه څه ګټه نلري) او كافرانو ته تل د خپلو كړنو له لامله ځپنده عذابونه وررسي او يا یې كورونو ته څېرمه ورپرېوځي (دا لړۍ به تر هغه روانه وي) چې د الله (روستۍ) ژمنه راورسي . هو! الله ژمنماتې نه دی .

له دې آيته او ددې سورت له نورو آيتونو ګټنه كېږي: داچې مؤمنانو د كافرانو له خولې واورېدل، چې ((ولې يې له پالوونكي ((بې له قرآنه)) كوم آيت يا معجزه ورباندې نازله شوې نه ده؟!))؛ نو هيلمن شول، كه خداى بې له قرآنه معجزه نازل كړي؛ نو كافران هدايت کېږي. له همدې لامله يې له پېغمبر (ص) وغوښتل، چې د كافرانو دا غوښتنه ومني؛ خو خداى په دې آيت كې مؤمنانو ته اعلان كړه، چې (( كه په قرآن، غرونه روان شي يا ځمكه ټوټه ټوټه شي يا مړي پرې خبرې وكړي، (بيا به هم كافران د خپل ځېل او تكبر له لامله ايمان رانه وړي) )) او په دې توګه يې مؤمنان د ځېلي كافرانو له ايمان راوړو بيخي نهيلي كړل[4].

د مكې او چاپېريال پر كافرانو د ځپنده عذاب راکېوتل

 دا آيت، كافران غوڅ ګواښي او د عذاب ژمنه وركوي؛ هغه عذاب، چې نښې او سريزې يې يو په بل پسې راڅرګندېږي، څو خپله عذاب راورسي. علامه طباطبايي ددې آيت په تفسير كې وايي: په دې آيت كې له كافرانو مطلب، د صدر اسلام كافران دي؛ كه د مكې كافران وي که دباندې، چې د اسلام او پېغمبر (ص) پر وړاندې يې له دښمنۍ، فتنې او فساده د ذرې هومره لنډون كړى نه دى. بيا دا آيت يې، پر دوو برخو ويشي: لومړۍ ډله، هغه كافران دي، چې ځپنده پېښې پرې راكېوتې. له دې ډلې مطب، له مكې بهر كافران دي، چې جګړو، وژنو او لوټ له پښو راوغورځول. دويمه ډله، هغه كافران دي، چې كورونو ته يې ورنژدې ځپنده پېښې راكوزې شوې. له دې ډلې مراد، د مكې كافران دي، چې د ښار په شاوخوا كې به يې پېښې رامخې ته كېدې او لوګي به يې سترګې ورسېځلې، غم او ناوړو اغېزو يې خوب تښتولى او د خوراك څښاك اشتها يې ترې وړې وه. د خداى د روستۍ ژمنې منظور هم، په تورو عذاب دى، چې كافران يې په بدر غزا او نورو كې راونغاړل[5].

[1] نمونه، 10: 142 مخ.

[2] الميزان، 11: 333 مخ

[3] نمونه، 10: 145 مخ.

[4] الميزان، 11: 364 مخ.

[5] الميزان، 11: 364 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست