تبلیغات

  قرآن زموږ اسماني کتاب او زموږ د پېغمبر تلپاتې معجزه ده.دا کتاب د درويشت کالو په ترڅ کې په تدريج د خداى رسول ته راغلى دى. قرآن کريم،چې هم د پېغمبر اکرم کتاب او هم يې د اعجاز ښکاروندوى دى، د حضرت موسى (ع) تر همسا او د حضرت عيسى (ع) تر ساه اچولو […]

 

قرآن زموږ اسماني کتاب او زموږ د پېغمبر تلپاتې معجزه ده.دا کتاب د درويشت کالو په ترڅ کې په تدريج د خداى رسول ته راغلى دى. قرآن کريم،چې هم د پېغمبر اکرم کتاب او هم يې د اعجاز ښکاروندوى دى، د حضرت موسى (ع) تر همسا او د حضرت عيسى (ع) تر ساه اچولو سل ګرايه ستر اغېز درلود. پېغمبر اکرم د قرآن آيتونه خلکو ته لوستل او د قرآن د آيتونو ښکلا او جذابيت به وګړي اسلام ته راکښل،چې په دې هکله تاريخ له کيسو ډک دى.

قرآن ١١٤ سورتونه لري. مسلمانانو له صدر اسلام نه تر اوسه قرآن کريم ته ځانګړې توجه درلوده،چې قرآن ته يې د لېوالتيا نښه ده. قرآن کريم د پېغمبر اکرم پر ژوند “د وحې کاتبانو” ليکه او پردې سربېره ډېرى مسلمانانو که ښځه وه او که نر که ماشوم و که بوډا، د ټول قرآن او يا د قرآن د يوې برخې له  حفظ سره هېښنده مينه درلوده؛قرآن يې په لمانځه کې وايه او بې له لمانځه د قرآن لوستل يې ثواب ګاڼه او له لوستو يې خوند اخسته او اروايي هوساېنې ته به رسېدل.

قرآن ته د مسلمانانو ستره پاملرنه

مسلمانانو له خپل اسماني کتاب سره د مينې له امله په هر وخت او ځاى کې د خپلو امکاناتو په پامنيوي کې قرآن ته کارونه کړي دي؛لکه حفظول،له استادانو يې د قرآئت او تجويد زده کړه،د ماناوو تفسير، د لغتونو په کتابو کې يې د لغتونو شرح او توضيح،ان د قرآن ټکي يې هم شمېرلي دي،په اخلاقي،حقوقي،ټولنيزو،فلسفي،عرفاني او علمي مسايلو کې د قرآن له آيتونو ګټنه،د قرآن کريم آيتونه په خورا ښکلي ليکونو ليکل شوي او …

د قرآن کريم اعجاز

قرآن د انبياوو د خاتم تلپاتې معجزه ده.د قرآن راتګ په مکه کې په وړوکيو سورتونو پيل شو او له هماغه پيله به پرې پېغمبر اکرم ((تحدي)) کوله؛يعنې ادعا يې وکړه،چې قرآن زما چار نه دى او د خداى چار دى او داسې چار نه زه کړاى شم او نه بل بشر او که باور نه کوئ؛ نو له چا چې مرسته غواړئ،مرسته ترې وغواړئ او که کړاى شئ؛په څېر يې راوړئ؛خو دومره پوه شئ،چې که له انسانانو او پېريانو هم مرسته وغواړئ؛نو ددې کار وسه به و نه لرئ . د پېغمبر اکرم مخالفانو ته پخوا او نه اوس-چې اوس ترې څه د پاسه څوارلس پېړۍ تېرېږي- و نه شو کړاى ځواب يې ورکړي او د هغه وخت د مخالفانو وروستۍ خبره او ځواب داو،چې قرآن ((جادو)) دى.

پر قرآن د ((جادو)) تور لګول پخپله د قرآن د خارق العاده توب او د قرآن پر وړاندې د عجز ښوونه ده.

د پېغمبر اکرم مخالفانو هرې خوا او څيز ته لاس واچاوه،چې کمزورى يې کړي او يوازېنى کار،چې لاس يې ور وا نه چاوه-ځکه سل په سلو کې نهيلي ول-هماغه و،چې پېغمبراکرم يې پخپله وړانديز کړى و او قرآن هم په ډاګه ويلي دي؛يعنې لږ تر لږه د قرآن د آيت په څېر يو آيت راوړل.

د قرآن د اعجاز اړخونه

قرآن له بېلابېلو اړخونو معجزه ده؛يعنې فوق بشري دى.په ټوليزه توګه د قرآن اعجاز له دوو اړخو دى: لفظي او معنوي.

د قرآن لفظي اعجاز د ښکلا په مقولې پورې اړوند دى او مانيز اعجاز يې په علمي مقولې پورې اړوند دى؛نو د قرآن اعجاز يو د ښکلا او هنري پلوه دى او بل له فکري او علمي اړخه . دا دواړه اړخونه په تېره بيا علمي اړخ يې څو اړخونه لري .

د قرآن الفاظ

د قرآن شريف سبک نه شعر دى او نه نثر؛شعر نه دى؛ځکه چې وزن او قافيه نه لري او پردې سربېره،شعر له يو ډول تخيل،چې شاعرانه تخيل نومېږي سره يو ځاى دى. د شعر خټه له مبالغې او اغراق سره يو ځاى ده، چې يو ډول دروغ دي . په قرآن کريم کې شعري تخيلات او خيالي تشبيه ګانې نشته او په عين حال کې معمولي نثر هم نه دى؛ځکه له يو ډول انسجام،شرنګ او موسيقۍ برخمن دى،چې تر اوسه په يوه نثر کې هم نه دى ليدل شوى.

مسلمانانو قرآن د قرآن په ځانګړي غږ لوسته او لولي يې.په ديني لارښوونو کې راغلي،چې قرآن په خوږ غږ وواست.امامانو قرآن دومره په خوږ غږ لوسته،چې په کوڅه کې به ورته خلک تمېدل.

د قرآن هومره يو نثر هم آهنګ منونکى نه دى؛هغه هم هغه ځانګړي ترنمونه، چې له روحاني عوالمو سره همغږي وي؛نه د لهو و لعب له غونډو سره. د راډيو تر برسېرنې وروسته يوې روحاني وينا هم و نه شو کړاى،چې د ښکلا او روحاني ترنمونو له پلوه له قرآن سره برابري وکړي . پر اسلامي هېوادو سربېره، غيراسلامي هېوادو هم د ښکلا او ترنم له پلوه قرآن پخپلو رادويويي خپرونو کې نغاړلى دى.

ډېرى ښکلې خبرې په يو وخت پورې ځانګړې وي او د بل وخت له خوند سره سمون نه خوري او يا لږ تر لږه داسې وي،چې د يو ځانګړي ملت له ذايقو سره اړخ لګوي؛خو د قرآن ښکلا وخت،توکم او ځانګړي فرهنګ ته ځانګړې نه ده.

څوک چې د قرآن له ژبې سره اشنا کېږي؛نو د خپل خوند مطابق به يې موندلى وي،څومره چې وخت تېرېږي او بېلابېل ملتونه له قرآن سره اشنا کېږي؛نو تر پخوا ډېر د قرآن ښکلا ته راکښل کېږي.

په دې څه له پاسه څوارلسو پېړيو کې يهودو،مسيحيانو او د ځينو نورو اديانو لارويان د قرآن د مقام راټيټولو ته خورا غورځې پورځې کړي؛کله وايي: په قرآن کې اړونه شوې،کله د قرآن د کيسو په هکله شکونه اچوي او څومره،چې يې له لاسه شوي او کېږي،په بېلابېلو بڼو له قرآن سره دښمني کوي؛خو کله يې هم د قرآن سيالۍ ته راونشو دانګلاى،چې لږ تر لږه د قرآن د سورت يا آيت په څېر راوړي او نړيوالو ته يې راوړاندې کړي.

همداراز د اسلام په تاريخ کې خورا ډلې راښکاره شوې،چې په څرګندنه ((زنادقه)) او ((ملاحده)) نومېدل . دې ډلو په بېلابېلو ډولونو په ټوليزه توګه د دين پر خلاف او په تېره بيا د قرآن پر خلاف خبرې کړي او په دوى کې ځينې په عربي ژبه کې د وينا څښتنان هم ګڼل کېږي او احياناً له قرآن سره منازعې ته هم راپاڅېدلي؛خو څه يې وکړل؟ځان يې سپک او د قرآن ستروالى يې څرګند کړ.

په دې هکله تاريخ د “ابن راوندي”،”ابوالعلاء معري” او ” ابو الطيب متنبي” خورا کيسې راوړي دي؛دوى هغه کسان ول،چې غوښتل يې جوته کړي قرآن بشري چار دى.

ډېرى کسان پېدا شول او د پېغمبرۍ ادعا يې وکړه،ويناوې يې وکړې او په خپل آند يې له قرآن سره ورته وګڼلې او ادعا يې وکړه،چې دا خبرې هم د قرآن په څېر د خداى له لوري دي.

“طليحه”،”مسليمه” او “سجاح” له دې ډلې دي،چې هم په بله بڼه يې د قرآن ستروالى او خپل سپکوالى جوت کړ.

هېښنده خو داده،چې پخپله د پېغمبر اکرم وينا،چې قرآن يې په ژبه جاري شوى،له قرآن سره توپير لري.د خطبو،دعا او لنډو ويناوو په بڼه له رسول اکرمه خورا ويناوې راپاتې دي،چې د فصاحت په هسکه پوړ کې دي؛خو هېڅکله د قرآن رنګ و بوى نه لري. دا پخپله ښيي،چې قرآن او د پېغمبر اکرم فکري ويناوې له دوو بېلابېلو سرچينو دي.

حضرت علي (ک) له لس کلنۍ له قرآن سره اشنا دى؛يعنې د علي (ک) عمر د لسو په شاوخوا کې و،چې د قرآن لومړى آيت پېغمبر اکرم ته راغى او علي (ک) به هم د هغه تږي په څېر و،چې رڼو اوبو ته رسېدلى وي او د عمر تر پايه د پېغمبر اکرم د وحې د کاتبانو په سر کې و . علي (ک) د قرآن حافظ و او تل يې قرآن لوسته؛د شپې يې چې عبادت کاوه؛نو د قرآن پر آيتونو به خوښ و؛نو که چېرته د قرآن سبک د تقليد وړ و؛نو علي (ک) به خپل هغه بې سارى استعداد،چې په فصاحت او بلاغت کې يې درلود؛خپلې ويناوې به يې د قرآن د آيتونو په بڼه کولې؛خو وينو،چې د علي (ک) او قرآن سبک بېخي توپير لري.

د قرآن ټول نوموتي موضوعات مانيز دي؛د توحيد،نبوت،معاد، اخلاق، احکام،نصيحتونه او کيسې يې بيان کړي؛خو سره له دې د ښکلا په لوړه کچه کې دي .

په قرآن کې د ټکيو هندسه بې سارې ده؛څوک يې د يو ټکي په مخکې کېدو او شاته کېدو وسمن نه ول،چې ښکلا يې ټکنۍ کړي او نه څوک وسمن ول،چې په څېر يې راوړي . له دې اړخه قرآن د يو تعمير په څېر دى، چې نه څوک تغيير ورکولاى شي،چې ښکلى يې کړي او نه کړاى شي ترې غوره او يا په څېر يې جوړ کړي.

د قرآن سبک او اسلوب نه مخينه لري او نه لاحقه؛يعنې نه پخوا چا په دې سبک وينا کړې او نه به يې وروسته وکړي،سره له دې،چې قرآن سيالۍ ته راغوښتي دي.

د قرآن تحدي او سيال غوښتنه اوس هم؛ لکه د غره پر خپل ځاى ده او د تل لپاره به وي؛نن هم مؤمن مسلمانان،نړيوال له قرآن سره سيالۍ ته رابلي؛ځکه ډاډمن دي،چې څوک يې سيالي نشي کړاى.

د قرآن مانا

د مانا له پلوه د قرآن اعجاز پراخې ويينې او يا لږ تر لږه د يو ستر کتاب ليکنې ته اړتيا لري؛خو په لنډو ورته اشاره کوو.

په سريزه کې بايد پوه شو،چې قرآن څرنګه کتاب دى؟ آيا فلسفي ، علمي،ادبي،تاريخي او که يوازې هنري اثر دى؟

ځواب دادى،چې قرآن يو له دوى ځينې هم نه دى؛لکه څنګه چې پېغمبراکرم او عمومو پېغمبرانو بېل ټيپ درلود؛نه فيلسوفان دي،نه عالمان دي،نه اديبان دي،نه تاريخپوهان دي او نه صنعتګر دي؛خو سره له دې،ددې ټولو مزاياوو او پرې اضافه يو څه لري؛قرآن هم اسماني کتاب دى؛نه فلسفه ده،نه علم،نه تاريخ،نه ادبيات او نه هنري اثر دى؛خو سره له دې دا ټولې مزاياوې لري او د دوى تر څنګ اضافه مزاياوې هم لري.

قرآن د بشر د لارښوونې کتاب دى؛په واقع کې د ((انسان کتاب)) دى؛ خو انسان هغسې،چې خداى پنځولى او پېغمبران راغلي،چې انسان ته خپل ځان وروپېژني او د نېکمرغۍ لار وروښيي او داچې د انسان کتاب دى؛نو د خداى کتاب هم دى؛ځکه انسان هماغه موجود دى، چې ددې نړۍ تر جوړېدو د مخه يې پنځول پيل شوى دي او ددې نړۍ ما بعد او راوروسته ته به منتهي کېږي؛يعنې د قرآن له پلوه په انسان کې الهي روح ور پو شوى او که وغواړي که نه،ستنېدل يې د خپل خداى پر لوري دي؛نو دادي،چې د خداى پېژندل او د انسان پېژندل يو له بله بېل نه دي؛ انسان څو ځان نه وي پېژندلاى خپل خداى هم سم نشي پېژندلاى،بلخوا يوازې له خداى پېژندنې سره يو ځاى پر حقيقي واقعيت د انسان سر خلاصېږي.

انسان د پېغمبرانو په ښوونځي کې_چې قرآن يې تر ټولو بشپړ بيان دى_ له هغه انسان سره خورا توپير لري،چې بشر يې په علومو پېژني؛يعنې ددې انسان وجود خورا پراخه دى.کوم انسان،چې بشر په علومو پېژني د (زوکړې- مړينې) په قوس کې دى او تر قوس مخکې او شاته تيارې دي او د بشري علومو له پلوه مجهول دى؛خو د قرآن انسان دا قوس نه لري،له بلې نړۍ راغلى،بايد ځان د نړۍ په ښوونځي کې پوره کړي او د بلې نړۍ راتلونکې يې په دې ښوونځي کې په ناغېړۍ،هڅې او کوښښ پورې اړوند دى.

د قرآن انسان بايد پوه شي،چې :

له کومه راغلى؟

چېرته به ځي؟

چېرته دى؟

څرنګه بايد وي؟

څه بايد وکړي؟

د قرآن انسان،چې دې پينځو پوښتنو ته عملاً سم ځواب ورکړ؛نو ددې نړۍ او د راتلونکې نړۍ نېکمرغي يې تضمين ده.

داچې دا نسان پوه شي،چې له کومه راغلى او له کومې سرچينې پيل شوى؛بايد خپل خداى وپېژني او ددې لپاره،چې خپل خداى وپېژني، بايد انسان او نړۍ د “آفاقي” او “انفسي” آيتونو په نامه مطالعه کړي او د هستۍ او وجود په تل کې غوپه ووهي.

داچې پوه شي،چې چېرته به ځي؛نو بايد پر هغه څه ګروهمن شي،پوهه پيدا کړي او توجه ورته وکړي،چې قرآن ورته ((خداى ته ستنېدل))؛ يعنې “معاد” او “د قيامت پر ورځ د مړيو راپاڅېدل” وايي. د قيامت وېره، همېشني نعمتونه او بالاخره د هغو منازلو او پړاوونو په هکله په ګرېوان کې سر ښکته کړي،چې ورته سترګې پر لار دي او خداى؛ لکه څنګه چې د موجوداتو پيل ګڼي،د موجوداتو پاى يې هم وګڼي.

دا چې پوه شي چېرته دى؛بايد د نړۍ نظامونه او دودونه وپېژني او په نورو موجوداتو کې د انسان مقام او موقعيت درک کړي او ځان په نورو موجوداتو کې بيا ومومي.

داچې پوه شي،چې څرنګه بايد انساني خويونه وپېژني او له مخې يې ځان جوړ کړي.

داچې پوه شي څه بايد وکړي؛بايد وګړيزو او ټولنيزو احکامو او قوانينو ته غاړه کېږدي.

پردې ټولو سربېره،د قرآن انسان بايد پر يو لړ نامحسوسو او پخپله د قرآن په تعبير په ((غيبو)) د هستۍ په نظام کې د الهي ارادې او مظاهرو په نامه ايمان ولري او هم بايد پوه شي،چې پاک خداى په يو وخت کې هم بشر،چې اسماني لارښوونې ته اړين دى،سرايله نه دى پرېښى او يو لړ ټاکل شوي وګړي،چې د خداى استازي او د بشر لارښووان ول،د خداى له لوري د الهي پيغام اورولو ته مبعوث شوي ول .

د قرآن انسان،طبيعت ته د “آيت” او تاريخ ته د يوې واقعي ازمېښتځي په نامه ګوري،چې د پېغمبرانو د ښوونو سموالى ښيي.

هو ! د انسان قرآن داسې دى او کوم مسايل،چې په قرآن کې انسان ته نوموتي دي،پر هغو نورو مسايلو سربېره دي.

قرآني موضوعات

په قرآن کې خورا موضوعات نوموتي دي؛خو په لنډه ورته ځغلنده کتنه لرو:

١- خداى،ذات،صفات او ايکي يو والى يې او هغه څه چې بايد خداى ترې پاک وګڼو او هغه څه چې خداى پرې ستايل کېږي (سلبيه او ثبوتيه صفات).

٢-معاد،قيامت او د مړيو راژوندي کېدل،د مړينې او قيامت ترمنځ پړاوونه (برزخ).

٣-پرښتې.

٤-پېغمبران يا هغه انسانان،چې پخپل ضمير کې الهي وحې تر لاسه کوي او نورو انسانانو ته يې اوروي.

٥_ خداى،معاد،پرښتو،پېغمبرانو او اسماني کتابو ته لېوالتيا.

٦-د اسمانو،ځمکې،غرونو،سيندونو،بوټو،څارويو،ورېځ،باد،باران ګلۍ او تالندې پنځول.

٧-د ايکي يو خداى نمانځنې ته بلنه او په نمانځنه کې يې اخلاص او په عبادت کې څوک يا څيز ورسره نه شريکول . د”غيرالله” له نمانځنې په کلکه ژغورنه.

٨- په نړۍ کې د خداى د نعمتونه يادونه .

٩-د هغه تلپاتې نړۍ نعمتونه نېکانو ته دي او سخت او احياناً همېشني عذابونه يې بدچارو ته دي .

١٠-  د خداى،قيامت،پېغمبرانو او غيبو په هکله استدلالونه او ددې استدلالونو تر څنګ غيبي خبرې.

١١- د انساني ازمېښتځي او لابراتوار په نامه  تاريخ او کيسې،چې د پېغمبرانو د بلنې رښتينولي روښانوي او د هغو وګړيو ښه عاقبت،چې د انبياوو پر لار تللي او د هغو وګړيو ناوړه عاقبت،چې پېغمبران يې دروغجن ګڼل.

١٢-تقوا او د نفس تزکيه.

١٣- د اماره نفس خطرونو او وسوسو ته پام کول.

١٤-وګړيز ښه خويونه؛لکه :مړانه،استقامت،صبر،عدالت، احسان، مينه، د خداى ياد، له خداى سره مينه،د خداى مننه، له خداى وېره، پر خداى توکل،د خداى په خوښه خوښي او احکامو ته يې غاړه ايښوول، تعقل او تفکر،پوهه، په تقوا د زړه رڼا،رښتينولي او امانت.

١٥-ټولنيز خويونه؛لکه : يووالى، پر حق تواصي (متقابله سپارښتنه)، پر زغم سپارښتنه،په تقوا او ښه چارو کې د نورو وګړيو لاسنيوى،پر نېکيو امر او له بديو منع او د خداى په لار کې په مال او ځان جهاد.

١٦-احکام؛لکه مونځ،روژه،زکات،خمس،حج،جهاد،نذر،يمين،بيع، ګرو،اجاره، هبه، نکاح، د ښځې او مېړه حقوق،د موروپلار او اولاد حقوق،طلاق،لِعان، ظهار، ارث، قصاص، حدود، دَين، قضا، شهادت، قسم، شتمني،مالکيت،حکومت،شورا،د بېوزليو حق او د ټولنې حق.

١٧_د پېغمبر اکرم د درويشت کلن بعثت پېښې.

١٨-د پېغمبر اکرم خويونه او ورسره دښمني.

١٩_په ټولو وختو کې د مؤمنانو،کافرانو او منافقانو ټوليز توصيف.

٢٠_د بعثت د پېر د منافقانو،مؤمنانو او کافرانو ځانګړنې.

٢١_بې له پرښتو،پېريانو او شيطانانو، نور نامرئي موجود.

٢٢- د نړۍ د موجوداتو تسبيح ويل او داچې پخپله له پنځوونکي يو ډول اګاهي لري او ترې خبر دي.

٢٣-پخپله د قرآن توصيف. (د پنځوسو په شاوخوا کې)

٢٤-نړۍ او د نړۍ دودونه،د دنيوي ژوند لنډمهالي او داچې انسان ته نبايد کمال مطلوب او نهايي موخه شي او داچې خداى،آخرت او د همېشنۍ نړۍ ژوند ددې وړتيا لري،چې انسان ته مطلوب کمال شي.

٢٥-د انبياوو معجزې او خارق العاده چارې.

٢٦_د تېرو اسماني کتابو تاييد.

د ماناوو پراخي

څه چې وويل شول،هغه څه ته ځغلنده کتنه وه،چې په قرآن کې راغلي ول،ان ادعا هم نه شو کړاى،چې پورته ويل شوي مطالب به ځلغندې کتنې ته هم بسيا وي.

که د انسان،خداى،نړۍ او د انسان د دندې په هکله همدا ډولاډله موضوعات هم په پام کې ونيسو او له هر بشري کتاب سره يې پرتله کړو؛نو و به ګورو،چې يو کتاب هم له قرآن سره د پرتلنې وړ نه دى،په تېره بيا ددې خبرې په پامنيوي،چې قرآن پر داسې کس نازل شوى و، چې ((اُمي)) او نالوستى و او د يو انديال او عالم له افکارو سره اشنا هم نه و او بيا هم ددې خبرې په پامنيوي،چې داسې کس په خورا جاهلي چاپېريال کې راښکاره شو،چې وګړي يې له تمدن او فرهنګ سره پردي ول .

قرآن پراخه ماناوې او مطالب راوړل،چې بيا ټولو ته د الهام سرچينه شوه.

ناشونې ده،چې يو وګړى که څومره هم نابغه وي، وکړاى شي له ځانه داسې ماناوې او مطالب راوړي او د نړۍ د انديالانو او پوهانو پام ځان ته راواړوي.

خداى په قرآن کې

له پورتنيو موضوعاتو يوازې ((خداى او له نړۍ او انسان سره يې اړيکه)) روښانه کوو.

که موږ يوازې ددې مسئلې د نوموتولو څرنګوالى په پام کې ونيسو او له بشري فکرونو سره يې پرتله کړو؛نو د قرآن فوق العادګي او معجزه توب به راروښانه شي.

قرآن،خداى توصيف کړى او پخپل توصيف کې يې له يوه اړخه تنزيه کړى دى؛يعنې هغه صفات يې ترې لرې کړي،چې وړ يې نه دي او له هغو يې سوتره او پاک ګڼلى دى. بلخوا د کمال صفتونه او “اسماء حسنى” يې خداى ته جوت کړي دي.د پينځلسو په شاوخوا کې آيتونه  د خداى د تنزيه په هکله راغلي او د پنځوسو په شاوخوا کې آيتونه د عليا، اسماء حسنى او د خداى په توصيف کې راغلي دي.

قرآن پخپلو دې توصيفاتو کې دومره دقيق دى،چې خورا ستر الهي علماء يې حيران کړي دي،چې دا پخپله د يو ((اُمي)) نالوستي روښانه معجزه ده.

قرآن د خداى پېژندنې د لارې د راوړاندې کولو لپاره له ټولو شته لارو ګټنه کړې ده : د “آفاقي” او “انفسي” آيتونو د مطالعې لار،د نفس د تزکيې او تصفيې لار او په ټوليزه توګه په وجود او هستۍ کې تفکر او تعقل.

د سترو اسلامي فيلسوفانو د منښتې له مخې،خپل خورا ټينګ برهانونه يې له قرآنه په الهام اخستي دي.

قرآن له نړۍ او مخلوقاتو سره د خداى اړيکه پر توحيد ايښې ده؛يعنې خداى پخپل فاعليت او اراده کې سيال نه لري؛ټولې ارادې او اختيارونه د خداى په حکم او “الهي قضاو قدر” دي.

له خداى سره د انسان تړاو

قرآن له خداى سره د انسان د تړاو په هکله تر ټولو ښکلې وينا کړې ده. د فيلسوفانو د خداى پر خلاف،د قرآن خداى يو وچ،بې ساه او له بشره پردى موجود نه دى.د قرآن خداى انسان ته د ورمېږ له رګه نږدې دى،له انسان سره راکړه ورکړه لري،ورسره متقابلې خوشحالي لري او ځان ته يې راکاږي او يادول يې د زړه ټکور دى : ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

بشر ورسره انس او الفت لري؛بلکې ټول څيزونه يې غواړي او يادوي يې. د هستۍ ټول موجودات يې تسبيح وايي : ((تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (اسراء/٤٤)=  اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوى په منځ كې دي، ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې و نه وايي؛ خو تاسې د هغو په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا چې هغه زغمونكى (او)  ښه بښونكى دى .))

د فيلسوفانو خداى،چې يوازې يې ((لومړى محرک)) يا ((واجب الوجود)) ګڼي او بس،له بشره پردى موجود،چې يوازې يې پنځولى او دې نړۍ ته يې راوړى دى؛خو د قرآن خداى ((مطلوب)) دى،بشر پرې زړه تړي،بشر سرښندنې ته اړ باسي او کېداى شي بشر د شپې خوب او د ورځې هوساېنه واخلي؛ځکه د فوق العاده سپېڅلې فکر په بڼه اوړي.

اسلامي فيلسوفانو له قرآن سره په اشنايۍ او د قرآني مفاهيمو په رادننه کولو يې، الهيات تر ټولو هسکې څوکې ته ورسول.

آيا شونې ده،چې يو ((اُمي)) نالوستى له ځانه دومره په الهياتو کې مخکې ولاړ شي،چې د “ارسطو” او “افلاطون” په څېر له فيلسوفان لږ تر لږه زر کاله مخکې وي؟!

قرآن،تورات او انجيل

قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې.

قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې دا پخپله د قرآن پر حقانيت ستر دليل دى.

تاريخونه او کيسې

قرآن داسې کيسې او تاريخونه راوړي،چې د هغه وخت خلک ان پخپله پېغمبراکرم هم ترې خبر نه و : ((تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (هود/٤٩)=دا هغه پټې غټې خبرې دي،چې موږ يې تا ته وحې كوو،تر دې د مخه نه  ته او نه ستا قوم پرې پوهېده؛نو ځكه صبركوه؛بېشكه چې ښه پايله د پرهېزګارانو ده .))

او په ټولو عربو کې يو هم ادعا و نه کړه،چې له دې کيسو خبر و. قرآن په دې کيسو کې له تورات او انجيله لاروي و نه کړه؛بلکې اصلاح يې کړل . د “ثمود” او “سبا” د قوم په هکله د نننيو تاريخپوهانو څېړنو د قرآن نظر تاييد کړى دى.

قرآن او له راتلونکي خبر ورکول

قرآن”روم”  ته د ايران د ماتې ورکولو وړاندوينه کړې وه او همداراز په کلکه يې ويلي ول،چې هغه به ((ابتر)) او بې نسله وي،چې پېغمبر اکرم ته ((ابتر)) وايي او په پايله کې ځوځات يې په تدريج له منځه ولاړ؛خو د پېغمبر اکرم نسل ورځ پر ورځ په زياتېدو دى.

دا ټول ددې کتاب اعجاز ښيي. قرآن نورې علمي او مانيزې معجزې هم لري،چې په فلسفي،تاريخي او طبيعي علومو پورې اړوند دي.

 

سرچینه : وحی او نبوت ، لیکوال: استاد مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!