تبلیغات

توحيد د قرآن اصلي ويينه ده توحيد د قرآن تر ټولو بنسټيز او اساسي بحث دى . توحيد؛ يعنې  پر ايکي يو خداى عقيده درلودل،چې ټول کاينات يې پنځولى دى او د ځواک،پوهې،ليدانې او واکمنۍ ښکارندوى دى، چې لوړ کمالات لري . توحيد د دين له آرونو لومړى او مهم آر دى . پر توحيد […]

توحيد د قرآن اصلي ويينه ده

توحيد د قرآن تر ټولو بنسټيز او اساسي بحث دى . توحيد؛ يعنې  پر ايکي يو خداى عقيده درلودل،چې ټول کاينات يې پنځولى دى او د ځواک،پوهې،ليدانې او واکمنۍ ښکارندوى دى، چې لوړ کمالات لري .

توحيد د دين له آرونو لومړى او مهم آر دى . پر توحيد له اعتقاد پرته د دين نور آرونه نه پلي کېږي . پېغمبر اکرم (ص) هم د رسالت په ابلاغ کې لومړى خلکو ته د توحيد په باب ښوونې کولي او په دې لار کې يې زيات زحمتونه ګاللي دي او پېغمبر اکرم (ص) او پتمنو يارانو يې د توحيد د پلي کېدو لپاره ٢٣ کاله ډول ډول زحمتونه پر ځان منلي وو.

حضرت بلال حبشي (رض) تر سختو دباوونو او درنو ډبرو لاندې د مرګ تر خولې ولاړ؛خو صبر يې کاوه او سره له دې ټولو سخيتو به يې ويل: احد، احد، احد؛ يعنې زما خداى ايکى يو دى او بې له هغه بل خداى نتشه او د بوتانو له عبادته کرکجن و، پر توحيد له ايمان پرته د چا ايمان نه صحيح کېږي،پر خداى ايمان انسان ته رسالت،ژمنه او مسووليت وربښي . د قرآن تر ټولو محوري بحث او ويينه هم د خداى پوهنې بحث دى او پکار ده، چې د هېواد ځوانان هم پر خداى پوهنې لاس پورې کړې او له دې لارې د خپل ايمان بنسټ پياوړى کړي .

د رسول اکرم (ص) لومړى شعار

تر وحې وروسته د پېغمبر اکرم لومړى شعار  داو: “قولو لا اله الا الله تفلحو=ووياست بې له خدايه بل خداى نشته،چې بريالي شئ. ”

* لا اله الا الله” د بوتانو د عبادت نفې ده :

د خداى استازي(ص) د توحيد د اشعار په مطرحولو خلک د بې شعوره بې ارادې بوتانو له عبادته منع کړل او خلک يې د خداى عبادت ته چې له هر ډول عيبه پاک دي راوبلل .

قرآن هم خلک خداى پوهنې او د خداى عبادت  ته رابللي او خلک يې د دروغجنو خدايانو له عبادته منع کړي دي او دا خبره يې تل کړې چې که بې له خداىه مو د هر چا عبادت وکړ؛ نو بې لارې به شئ او په خپل لاس به مو ځان  ته د تباهۍ کنده ايستلې وي .

لاندې آيت نه ځير شئ :

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (انبياء/٢٢)=  22   كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نورخدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( نظام ) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى،چې  مشرکان يې وايي!))

* اسماء حسنى يوازې د خداى لپاره دي :

متعال خداى خورا کمالات لري،چې قرآن ددې کمالاتو او صفاتو جمعې ته اسماء الحسنى وايي :

((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى (طه/٨)=    8   الله؛هغه دى،چې بې له هغه بل د عبادت وړ نشته (او) ښکلي نومونه په هغه پورې ځانګړي دي .))

هغه ذات دى،چې ژوندى،پوه،ليدونکى،اورېدونکى، ځواکمن او مړه خوا خداى دى او د ټولو نېکيو سرچينه خداى دى او که خداى نيمګړتيا درلوده؛ نو اړتيا به يې پيدا کړې وه، چې په خپله اړمن د بل اړتيا نشي پوره کولاى. قرآن کريم خداى له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاک ګڼلى دى.

(سبحان و تعالى عما يشرکون) سبحان خداى له هر ډول شرک او نيمګړتيا پاک دى.

*خداى پوهنه د بشر د فطرت يوه برخه ده :

له پخوا راهيسې د انسانانو په منځ کې په بېلابېل ډول د خداى پوهنې بحثونه مطرح ول . ډېرى خلکو دين درلود او د نړۍ لپاره يې يو خداى تصور او اثباتوه،که څه په منځ کې يې د خداى په باب څه اختلافات وو. له لرغونو اثارو داسې جوتېږي،چې پخوانيو خلکو هم پر دين او خداى پوهنې عقيده درلوده؛ ان د امريکا او استراليا په څېر سترې وچې، چې نوي برسېره شوي دي . خلک يې دينوال وواو خداى يې پېژنده او پر خداى عقيده تل په بشر کې وه دا جوتوي،چې خداى پوهنه فطري مسئله ده او انسان په خپل فطرت،چې خداى ورکړى، د جهان لپاره يو خداى په ذهن کې انځوروي.

قرآن هم دې خبرې  ته اشاره کړې ده :

((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ  (زخرف/٨٧)= او كه  ويې پوښتې : ((چې دوى چا پيدا كړي دي؟))؛نو هرومرو وايي : ((الله))؛نو (بيا) څنګه د هغه له عبادته اړول کېږي؟!))

* خداى د ټولو ځواکونو ښکارندوى دى :

د خداى يو صفت او اسماء الحسنى د علم او قدرت درلودل دي . د جهان منظم حرکت ته چې انسان ځير شي؛ نو دا ټولې د خداى د ځواک په باب خبرى کوي . خداى پر خپل ناپايه قدرت او علم ډول ډول موجودات پيدا کړل او هر يو يې وروزه او هغوى يې د کمال پر لور روان کړل . خداى دى، چې هستي يې تلپاتې او فناناپذيره ده او پر هر څيز پوه او برلاس دى .

خداى تعالى په قرآن کې وايي :

((لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ  (حديد/٢)=   2    د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د هماغه ده،ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى . ))

*د خداى  چې خوښه وي؛ نو جوړوي يې :

خداى پوهنه د خداى ځواک او اراده،د قرآن له تودو بحثونو ځنې ده او هغه پر دې مانا : خداى چې د هر څه اراده وکړي؛ نو بې ځڼډه يې بې له وسيلې او زحمته پېدا کوي؛يعنې يوازې “کن” او “فيکون” وايي؛ يعنې همدا چې خداى د څه اراده وکړي،پېدا کېږي او که وغواړي نه دې وي؛نو نه به وي، په دې باب اړوندآيت ته پام وکړئ :

… والله ملک السموت الارض…. او خداى پر هر څه برلاس او ستاسې د ټولو ورستنېدل د هغه پر لوري دي .

*يوازې خداى مطلق مړه خوا دى :

((وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاء كَمَآ أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ (انعام/١٣٣)= او ستا پالونكى مړه خوا او د رحمت څښتن دى (؛ نو پر چا ظلم نه كوي؛ بلكې ټول د خپلو كړنو پايلې ويني) كه وغواړي؛ تاسې ( له منځه) وړي او پر ځاى به مو د خپلې خوښې خلک راولي؛ لكه چې يې تاسې د نورو قومونو له ځوځاته پيدا کړي ياست .))

*د خداى رحمت هر چېرې خپور دى :

ټول عالم په الهي نعمتونو کې ډوب دى، که څوک وغواړي دخداى نعمتونه وشمېري؛ نو دا کار به و نه کړاى شي؛ ځکه  نعمتونه يې له شمېره وتلي دي .

قرآن او عبوديت ته رابلنه

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  (بقره/٢١)= 21 خلكو!خپل هغه پالونكى ولمانځئ،چې تاسې او تر تاسې مخكېني يي پيدا كړي دي،ښايي ځان ساتي شئ .))

* په خلقت کې تفکر-اندنه :

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ . الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ  (آل عمران /١٩٠-١٩١)=  په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په   پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي .  هغوى چې په ناسته، ولاړه او پر څنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(او بې موخې)  نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته!   ))

* د بندګۍاو عبوديت معيار :

امام حسن عسکري وايي: د بندګۍ معيار او کچه ډېر لمونځونه اوروژې نيول نه؛بلکې دخداى په مخلوقاتو کې تعقل دى .

د قرآن د تفسير طريقه

که څه پر هر مسلمان د قرآن له تفسير سره اشنايي فرض نه ده؛خو په دې باب ورته څه نا څه پوهه په کار ده. هر مسلمان پرته له دې،چې د قرآن له تجويد سره اشنايي ولري، نو ورسره جوخت بايد د خپل علم هومره پر قرآن پوه شي او د قرآن له انسانسازه مفاهيمو د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي. د قرآن تفسير هم د قرآن په څېر يو پراخه او ستر سمندر دى، چې هر څوک بايد د خپل فهم او استعداد هومره ترې ګټنه وکړي او د قرآن د تفسير له فنونو او ابزارو سره اشنايي ولري. د يادونې وړ ده، چې د تفسير له ابزارو سره له اشنايۍ پرته څوک له تفسيره ګټه نشي اخستاى .

د تفسير ابزار

موږ په دې کتاب  کې  تر خپلې وسې کوښښ کړى،چې د تفسير مهم او چارسازه ابزار  په ساده ژبه  ځوان نسل ته بيان کړو او بايد وويل شي، چې ددې کتاب  په سلو کې ٩٥ زده کړې د قرآن د تفسير فنون،علوم او ابزار راغلى دي . د يادونې لپاره مو دلته بيا څه چې د قرآن په تفسير کې په کار راځى راوړي دي .

١ _ له عربي ژبې سره آشنايي. ٢ _ د آياتو د نزول شان سره اشنايي. ٣ _ محکم آيتونه. ٤ _ متشابه آيتونه. ٥ _ وحې. ٦ _ د وحې د نزول شرايط. ٧ _  تنزيل. ٨ _ تاويل. ٩ _ د آيتونو ظاهر او باطن . ١٠ _ ناسخ او منسوخ. ١١ _ د قرآن له موضوعاتو سره آشنايي. ١٢ _ مکي او مدني سورتونه. ١٣ _ د قرآن تايخ او د راټولولو پړاوونه يې .

د تفسير مفهوم

تفسير ته يې زياتې ماناوې نقل کړې دي،چې موږ دلته د “زرکشي” نظر بشپړ ومونده.

زرکشي ګروهمن دى : تقسير هغه علم دى،چې د خداى د ټکيو پر مانا پرې ځان پوهولاى شو،احکام يې پېژنو او د الهي دستوراتود د صدور پر فلسفه پوهېداى شو.

هغه مهال چې به وحې راتله؛ نو حضرت محمد (ص) به خلکو ته  رسوله او خلکو به آيتونه حفظول او عملي  کول يې؛نو قرآن په خپله حضرت محمد (ص) خلکو ته تفسيراوه او تر هغه وروسته حضرت علي او تر هغه وروسته حضرت ابن عباس او نور اصحابو خلکو ته قرآن تفسيراوه او د وخت په تېرېدو د قرآن د تفسير چار د علماوو او څېړونکيو پواسطه تر اوسه پورې جريان لري، چې پايله يې د قرآن د تفسير په سلګونو کتابونه دي.

شونې ده ذهن ته دا پوښتنه راشي،چې سره له دې،چې د قرآن په باب په سلګونو تفسيرونه ليکل شوي دي؛ نو نورو تفسيرونو ليکلو ته څه اړتيا ده؟

بايد وويل شي: لکه څنګه چې موږ هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لرواو نه شو ويلاى : دا چې پرون مو خواړه خوړلي او تنفس مو کړى دى؛ نو نن ورته اړتيا نه لرو اولکه څنګه چې انسان تل او هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لري، په هماغه اندازه د قرآن تفسير ته هم اړتيا لري او هرکال او هره ورځ بايد د قرآن د تفسير په باب مطلوب ، جذاب او هر اړخيز کتابونه وليکل او چاپ شي؛ځکه قرآن د ټولو پېرونو لپاره راغلى دى او هر پېر بايد له قرآ نه فهم او تفسير ولري . قرآن د ژوند کتاب دى او ټولو ته بايد په هر ځاى کې مطرح شي اودا ضروري ده، چې قرآن هم بايد د وختونو له تحولاتو سره حاضر وي؛نو ځکه د قرآن د تفسير او پوهې کار د تل لپاره په کار دى .

څوک قرآن تفسيرولاى شي

د قرآن پوهه او تفسير په هېچا او يا ځانګړې ډلې پورې تړلې نه ده او ټول انسانان د قرآن د تفسير لپاره لېچې رانغاړلاى شي،چې د قرآن له ګټورو مفاهيمو نه د خپل ژوند لپاره ګټه واخلي او هغه پوهه يې ، چې تر لاسه کړې نورو ته هم ورکړي .

په تېرو زده کړو کې مو وويل : هر انسان د خپلې وسې او پوهې هومره له قرآنه ګټه اخلي . په هر علمي او ټولنيز چار کې له قرآنه ګټه اخستاى شو او تر ټولو مهمه خبره خو داده،چې د قرآن په تفسير کې د تفسير پر اوزارو سربېره بايد خلوص ولرو، د خداى خوښي مو په پام کې وي او شخصي غوښتنې شاته واچاوو .

او ايمان لرو کوم کار،چې د خداى د رضا لپاره وي؛نو خداى به په خپله راسره مرسته وکړي .

د تفسير ډولونه

قرآن په لاندې ډولونو تفسيرېداى شي :

١ _ آيت په آيت تفسير: يعنې په يو آيت د بل آيت تفسيرول .

٢ _ تفسير ماثور: دې ډول تفسيرته روايي تفسير هم وايي او په دې ډول تفسير کې دقرآن آيتونه د روايتونو په رڼا کې تفسيرېږي،چې ډېرى پخوانيو مفسرينو به په همدې طريفه قرآن تفسيراوه او هغوى چې په دې ډول قرآن تفسيراوه؛ نو چې د هر آيت لپاره به يې روايت و نه موند؛ نو هغه آيت به يې پر ځاى پرېښود؛نو دا چې د قرآن آيتونه ډېر دي او د ټولو په باب روايتونه زموږ په کتابونوکې نشته؛نو ويل کېږي،چې دا ډول تفسير يو بشپړ او  پراخ بنسټه تفسير نه دى .

غوره تفسير

د دين د ډېرى علماوو او د قرآني علومو د څېړونکيو د وينا له مخې تر ټولو بشپړ تفسير، آيت په آيت تفسير دى، چې په خپله قرآن هم د دې خبرې ګواه دى (يفسر بعضه بعضا)؛ يعنې ځينې آيتونه ځينې نور تفسيروي او پردې سربېره په دې ډول تفسيرولو کې له روايتونو هم ګټه اخستل کېږي.

په خپله رايه تفسير

هغه تفسير،چې پکې ځاني غوښتنې،شخصي سليقې، مادي او سياسي ګټې په پام کې نيول شوي وي،چې دا يو ډول خطرناک تفسير دى او خلک د قرآن له اصلي بهيره کږوي .

د تفسير د کتابونو معرفي

* د اهلسنتو مشهور تفسيرونه :

١ _ طبري تفسير: ددې تفسير نوم (جامع البيان فى التفسير القرآن) دى، چې مؤلف يې ابوجعفر محمدبن جرير طبري دى. پر کال ٢٢٤ (ه ق) زيږېدلى او پر کال ٣١٠ (ه ق)  مړ شوى دى .

٢ _ د کشاف تفسير: ددې تفسير نوم ( الکشاف عن حقايق التنزيل و عيون الاتاويل فى وجوه التاويل) دى، چې مؤلف يې ابوالقاسم محمود بن محمد پر  “جارالله” مقلب دى او پر کال ٤٤٦ (ه ق) زيږېدلى دى .

٣ _ د امام فخر رازي تفسير: ددې تفسير نوم (مفاتيح الغيب) دى، مؤلف يې ابوعبدالله محمد بن عمر بن حسين طبرستاني دى،لقب يې فخر رازي دى او پر ابن خطيب شافعي مشهور دى،پر ٥٤٤ زيږېدلى دى .

٤ _ د بيضاوي تفسير: ددې  تفسير نوم ( انوار التنزيل او اسرار التاويل) دى،مؤلف يې ناصرالدين عبدالله بن عمر بيضاوي دى، چې پر کال ٦٨٥ (ه ق) مړ شوى دى.

٥ _ د جلال الدين تفسير: مؤلف يې جلال الدين محمدبن احمد محلي دى،پر کال ٨٦٤ مړ شوى او ددې تفسير کار چې يې نيمايي ته ورساوه؛نو اجل يې راورسېد او تر هغه وروسته يې شاګرد جلال الدين سيوطي دا تفسير پاى ته ورساوه؛ نو ځکه ورته د جلال الدين  تفسير وايي، چې دوو جلال الدينو پرې کار کړى دى .

٦ _ د الدرالمنثور تفسير: ددې کتاب نوم الدالمنثور فى التفسيرالماتور دى،ليکونکى يې جلال الدين سيوطي دى، چې د يوې وينا له مخې پر کال ٨٤٩ مړ شوى دى.

٧ _ د آلوسى تفسير: ددې  کتاب نوم (روح المعانى فى تفسير القرآن العظيم والسبع المثانى) دى، مؤلف يې ابوالثناء شهاب الدين سيد محمود اخندى الوسي دى. الوسى د شام او بغداد په منځ کې د يوه کلي نوم دى . الوسي پر کال ١٧٠ (ه ق ) مړ شوى دى.

٨ _ د المنار تفسير: دا تفسير د شيخ محمد عبده د الازهر د پوهنتون د رئيس ويناوې دي، چې زده کړيال يې سيد محمد رشيد د المنار د مجلې مدير راټولې کړي دي او تر چاپ مخکې شيخ محمد عبده تر کتنې تېرې کړې دي .

٩ _ ملظاوي تفسير: ددې تفسير نوم (الجواهر فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې شيخ جوهر طنطاوي دى،چې پر انګليسي هم پوهېده.

١٠ _ تفسير فى ظلال القرآن: ددې کتاب مؤلف سيد قطب دى، چې کتاب يې پر تفسير ظلال مشهور دى.

 

د اهل تشيع تفسيرونه

١ _ د عياشي تفسير: مؤلف يې محمد بن مسعود عياشي سمرقندي دى،چې پر عياشي مشهور دى. دا تفسير د اهل بيتو د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دى.

٢ _ قمي تفسير: ددې تفسير ليکونکى ابوالحسن بن ابراهيم بن هاشم بن قمي دى، چې د شيعه مذهب له فقيهانو ځنى و. دا تفسير د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دى.

٣ _ د تبيان تفسير: ددې کتاب مؤلف ابوجعفر محمد بن حسن طوسي دى،لقب يې شيخ الطايفه دى پر کال ٣٨٥ (ه ق) زيږېدلى او پر کال ٤٦٠ کال مړ شوى دى او هغه په ٧٥ کلنۍ کې نجف د شيعيانو علمي مرکز وګرځاوه “تهذيب” او ” استبصار” يې نور تاليفات دي.

٤  _ مجمع البيان : ددې تفسير نوم ( مجمع البيان العلوم القرآن) دى، مؤلف يې ابوعلي فضل ابن حسن طبري دى، چې پر کال ٥٢٣ په سبزوار کې مېشت و او پر کال ٥٤٨ ( ه ق) مړ شوى دى.

٥ _ منهج الصادقين : ددې تفسير نوم “منهج الصادقين فى الزام المخالفين) دى او مؤلف يې ملا فتح الله ابن ملا شکرالله ابن لطف الله کاستاني دى  او پر کال ٩٨٨ (ه ق) کال مړ شوى دى.

٦ _ د صافي تفسير: يو عرفاني تفسير دى، چې د کتاب نوم يې ( الصافى فى تفسير القرآن الکريم) دى،مؤلف يې محمد بن مرتضى دى، چې پر ملا محسن فيض کاشاني هم مشهور و. هغه په دې تفسير کې د امامانو پر روايتونو تکيه کړې ده.

٧ _ د برهان تفسير : ددې تفسير نوم (البرهان فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې سيد هاشم بن سيد بحراني دى،پر کال ١١٠٧ (ه ق) وفات شوى دى. دا تفسير ٤ ټوکه دى.

٨ _ د الميزان تفسير: ددې تفسر نوم (الميزان فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې علامه سيد محمد حسين طباطبايي تبريزي دى. دا تفسير ٢٠ ټوکه لري، چې وروستى يې د علامه تر مرګ ١٠ کاله مخکې ليکل شوى دى.

٩ _ نمونه تفسير: دا تفسير د حوزه علميه قم استادانو د آيت الله ناصر مکارم شيرازي تر کتنې لاندى ليکلى دى .

١٠ _ د احسن الحديث تفسير: ددې کتاب ليکونکى سيد علي قريشي دى.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!