بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خدای ستر، جليل او محترم موجود دی او انسان حقير او ذليل بنده دی حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : فَإِذَا عَرَفْتَ ذَلِكَ فَافْعَلْ كَمَا يَنْبَغِي لِمِثْلِكَ أَنْ يَفْعَلَهُ فِي صِغَرِ خَطَرِهِ وَ قِلَّةِ مَقْدِرَتِهِ وَ كَثْرَةِ عَجْزِهِ و عَظِيمِ حَاجَتِهِ إِلَى رَبِّهِ فِي طَلَبِ طَاعَتِهِ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خدای ستر، جليل او محترم موجود دی او انسان حقير او ذليل بنده دی
حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :
فَإِذَا عَرَفْتَ ذَلِكَ فَافْعَلْ كَمَا يَنْبَغِي لِمِثْلِكَ أَنْ يَفْعَلَهُ فِي صِغَرِ خَطَرِهِ وَ قِلَّةِ مَقْدِرَتِهِ وَ كَثْرَةِ عَجْزِهِ و عَظِيمِ حَاجَتِهِ إِلَى رَبِّهِ فِي طَلَبِ طَاعَتِهِ وَ الْخَشْيَةِ مِنْ عُقُوبَتِهِ وَ الشَّفَقَةِ مِنْ سُخْطِهِ فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ
اوس چې په دې حقيقت پوه شوې؛ نو په عمل کې داسې هڅه وکړه، چې ستا په څېر ته وړ وي،چې خداى ته يې مقام ټيټ، وسه يې ډېره لږه او بېوسي يې ډېره وي، د خداى د اطاعت څوبمن او له عذاب او غوسې يې ډارېږي؛ ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى.
په يوه لوري کې ستر، جليل، محترم، رفيع، اوچت، نه موندونی ، د ټولو ځواکونو خاوند، د مرګ، ژوند، ناروغۍ او روغتيا او عافيت خاوند ولاړ دی او په بل لوري کې، حقير، بېوسې او ډېر اړمن بنده.
بنده بايد د خدای پر وړاندې څه حال ولري؟ له زړګني او عملي اړخ بايد خپل عمر له کومو موخو سره تېر کړي؟ کوم عبادت له دغسې ربوبيت سره وړ دی؟
علي (ک) ځوابوي چې په اطاعت کې یې هڅه کول او له غوسې او سزا یې ډار، د دغسې ربوبيت وړنده (وړ) ده.
دلته دوه مهمې پوښتنې اوڅارېږي چې د دقيقې ويينې وړ دي: ايا خپله د خدای سترتوب او د بنده وړکتوب، د دې رفيع او ستر موجود يو ډول لمانځنه ، اطاعت او په امر و نهې يې پابندي او التزام ايجابوي که نه؟ په بله وينا دغسې يوه سريزه، دغسې يوه عملي پايله ايجابوي که نه؟
آيا الله مو ښه ايسېدای شي؟
دويمه پوښتنه دا ده چې ايا له لاسرسي لرې او ستر الله بندګانو ته يوازې هيبت او ډار وراچوي، يا دا چې ښه يې ايسولای هم شو؟
ايا خدای يو ډارونی، بوږنوړی موجود دی يا يو ښه ايسېدونی؟ د بې نهايت لوی خدای او د بې نهايت حقير بنده ترمنځ څه اړيکه جوړيدای شي؟ ايا بايد يوازې له خدايه وډارېږي او په زړه کې يې هيبت ولري او ژوند په ډار کې تېر کړي او د ناوړې پايلې له ډاره ولړزېږي او تل د عذاب او الهي ډار نندارې انځور کړي؟ ايا يو ښه ايسېدونی، مينناک، ستايونی او ورته نژدې کېدونی خدای هم شته؟
عارفان د خدای او انسان ترمنځ د مينناکو اړيکو تعبيرونه افاده کوي؛ خو ولې علي (ک) دلته د خدای پر دې څېرې ټينګار کړی نه دی؟ اصولاً په ديني ښوونو کې د باري تعالی کومه يوه څېره تر نورو ځلانده (يا د عارفانو په تعبير کومه يوه نامه يې پر نورو نامو برلاسې او حاکمه) ده؟ موږ څنګه يو خدای ولمانځو او له کوم خدايه وډار شو؟ ايا ګردې لمانځنې د ډار له لامله دي او په بل پار لمانځنې نشته؟ ايا دا دوه صفاته (له خدای ډار او ورسره مينه) يو ځای کېدوني دي؟ ايا که له دې صفاتو ځنې يو يې په ورهٔ راننوځي، نو پر بل ځای تنګ نکړي؟
په زیاتره ديني تعابېرو کې بندګانو ته د خدای ډاروونکې څېره ورياده شوې ده
دلته په دويمې پوښتنې لګيا کېږو چې په ټولو شرکي او توحيدي اديانو کې ويينې پرې کېږي. بېشکه هغه ته چې د شريعت او ديانت پر لار يې نوی قدم ايښی د معبود له اوصافو ځنې يې ړومبی صفت، عظمت، رفعت او له لاسرسي يې لرېوالی دی.
انسان ځان هيڅ او معبود هر کاره انځوروي او د دې انځورنې له مخې پر وړاندې يې بې له ورلوېدو څه کړای شي؟
په شرع کې شته تعبيرونه همدا مانا راښيي. په لمانځه کې خدای په «عظیم» او «اعلی» صفاتو يادوو: «سبحان ربی العظيم وبحمده» «سبحان ربی الاعلی و بحمده». دا تعبيرونه او د عزيز، جبار او متکبر (چې په قرآن کې راغلي) په څېر صفات د خدای د هغې څېرې انځورګر دي، چې بايد بنده يې پر وړاندې حقارت او سپکتیا وننګېري؛ خدای په يو لوړ مقام کې واقع کېږي چې له خپل حقير بنده ځنې بې نهايته واټن لري، د دغسې خدای پر وړاندې بل څه کړای شو؟
دا يوه له څرګندو څېرو ځنې ده چې اديانو، خدايانو ته ورکړې ده. په اسلام کې هم خدای دومره هيبت، دبدبه، مهابت او جلالت لري چې يو شمېر عابدان او عارفان يې خورا ډار ته اړ کړي دي. لکه امام غزالي په احياء علوم الدين کې راوړي، خدای داوود (ع) ته وحې وکړه «يا داود خفنی کما تخاف السبع الضاري» (داووده! داسې رانه وډار شه لکه له لیوني داړونکي چې ډارېږې)، بيا غزالي د دې حديث په تفسير کې وايي، که داړن دې له وينې تويولو تېر شي ستا د اهميت يا زاريو په پار نه، بلکې ته يې د اعتنا وړ بللې نه يې او دا د عارفانو په زړونو کې د خدای دبدبه او هيبت راښيي (بايد ووايو چې عراقي د احياء ټول احاديث راسپړلي او دا حديث يې له اسرائيلياتو او مجعولاتو ځنې ګڼلی دی). قرآن د دې ټولو په سر کې له خدايه د ډار او خشيت خبرې کړي دي. اوس وينو له خدايه ډار د څه لپاره دی؟ ولې له خدايه ډارېږو يا بايد وډار شو؟