تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ماشوم د مور شتون ته اړتیا لري د ژوند په ړومبیو کلونو په تېره لومړي درېیو کلونو کې د مور شتون له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په دې پړاو کې د مور شتون، چې ماشوم یې له ځانګړو پېرزوینو او مینو برخمن دی، په کوچني کې دا ننګېرنه راولاړوي، چې په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ماشوم د مور شتون ته اړتیا لري

د ژوند په ړومبیو کلونو په تېره لومړي درېیو کلونو کې د مور شتون له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په دې پړاو کې د مور شتون، چې ماشوم یې له ځانګړو پېرزوینو او مینو برخمن دی، په کوچني کې دا ننګېرنه راولاړوي، چې په نړۍ کې بې ملاتړه نه دی او د لزوم پر مهال به د مور له بې درېغه ملاتړه برخمن شي او دا د ماشوم امنیت خوندیینې ته ډېر اغېزمن دی. بلخوا ماشوم باید په دې پړاو کې له عاطفي اړخ اشباع او موړ شي، چې په دې باب هم مور یوازېنۍ ونډه لري.

[ماشوم باید د مور د مینې له سرچینې خړوب شي.]

دا چار د ماشوم په عاطفي وده کې ډېر اغېزمن دی، چې کله مور خپل ماشوم په مینه غېږ کې ټینګ نیسي او په خپلې بې سارې او ځانګړې مینې تی ورکوي؛ نو له عاطفي  اړخ یې مړوي او امنیت او ارامي وربښي[1]؛نو ځکه:

[کوم ماشومان چې د مور تی روي، پر روغتیايي اړخونو سربېره له اروايي او عاطفي روغتیا هم ډېر برخمن دي.]

څېړنو ښوولې، چې له شپږ میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور شتون نه یوازې د ماشوم په عاطفي وده؛ بلکې په بدني او عقلي وده کې هم ښه اغېز لري. د هغو ماشومانو بدني، عقلي او عاطفي وده، چې له شپږو میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور تر څنګ په نامناسبو روغتیايي او خوړیزو شرایطو کې وسي، تر هغو ماشومانو غوره ده، چې له موره لرې یې ښه روغتیايي او خوړیز شرایط درلودل[2].

له تي د ماشوم غوڅول

له تي غوڅول، له کورنۍ او مور سره د ماشوم د تړاو د پرېکون دویم پړاو دی. په دې پړاو کې د مور له بدن سره د ماشوم تړاو پرې کېږي او ماشوم ډېره خپلواکي مومي.(۱) ماشوم چې د مور تی روي، پر دې سربېره چې د مور له شیدو خورول کېږي، له پاملرنې او نازېدو یې هم برخمنېږي او ارامي مومي؛ نو ځکه نباید په دوه کلنۍ کې د ماشوم  تي غوڅول یوه ساده ښکارنده وبولو.

د مور له مینناکې غېږ سره د ماشوم مینه، پکې ارامي او همېشني نازېدنې یې، ماشوم ته یو ستونزمن پړاو دی او معمولاً دا چار په اسانۍ نه ترسره کېږي . په دې باب پاموړ ټکی دادی چې:

[ماشوم دې له تي داسې غوڅ نشي، چې وننګېري، په دې کار د مور له مینې بې برخې شوی دی.]

نو ځکه نباید ماشوم په تاوتریخوالي او یو دم له تي غوڅ شي؛ بلکې باید په نرمۍ، زغم او سوکه سوکه دا کار ترسره شي، چې ماشوم آرام آرام نوي شرایط ومني.

د اسلامي ښوونو له مخې د تي و رکولو موده دوه کاله ده، چې د لزوم په حال کې یې تر یوویشت میاشتو راتیټولای شو، چې دا یې لږ تر لږه موده ده او یوازې د اړتیا پر مهال او د امکاناتو په نشتون کې یې راټیټولای شو[3].

انسان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو ددې تړاو د پرېکون درېیم پړاو پیلېږي، چې په ((له تي غوڅولو(اروايي فطام) یې نومولی دی.

په ماشومانو کې خپلواکي غوښتنه

ماشوم په لومړیو میاشتو او ان د ژوند په د وو لومړیو کلونو کې له کافي ځانخبرۍ برخمن نه دی  او ((خپل او پردی)) سره پوره بېلولای نشي او په دې باب نیمګړی تشخیص لري . د ارواپوهانو په آند، دا تشخیص د تي غوڅولو له وخته پیلېږي او په درې کلنۍ کې څرګندېږي(۱). د ماشوم سوکه سوکه ((ځان)) ته پامېږي او دا چارې یې د کړنو په ترڅ کې څرګند لیدل کېږي. ددې ښکارندې یوه نښه هغه مخالفتونه دي، چې ماشوم یې کوي . په درې کلنۍ کې دا مخالفتونه او سرغړونې ښه لیدل کېږي، داسې چې ورته د ویلو اپوټه چارې کوي. ته وا ماشوم په خپلو  مخالفتونو ځان زبادوي؛ په دې  عمر کې دا ډول مخالفتونه معمولاً لنډ مهاله وي او که سخت حالت او د ناروغۍ په بڼه نه وي؛ نو دا د ماشوم یو عادي او طبیعي چلن دی. بلخوا ماشوم د ځان اوڅارولو لپاره، په ځانښوونې، د نورو د پام رااړونې  او داچې تحسین او شاباس یې کړي، په یو لړ چارو لاس پورې کوي، چې خوند ترې اخلي.

پردې سربېره، ددې پوهې له ودې او د شخصیت د ننګېرنې په پیدایښت ماشوم هڅه کوي ازادي او خپلواکي  ترلاسه کړي، چې کله ماشوم ټینګار کوي  قاشوغه په لاس کې ونیسي او خواړه وخوري یا ځینې چارې پخپله وکړي، په واقع کې د خپلواکۍ د لاس ته راوړو په لټه کې دی. له (۳) تر (۷) کلنۍ، دا حالت پکې سخت دی او معمولاً خپلسری وي.

[خپلواکۍ ته لېوالتیا د ماشوم د ودې ثمره او په هماغه حال کې یې لازمه هم ده؛]

یعنې که دا حس ورکې وځپل شي؛ نو وده یې زیانمېږي. د ځوانۍ په منګ کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو څوبتیا خپلې لوړې څوکې ته وررسي؛ په دې پړاو کې، تنکی ژڼی په واقع کې له ماشومتوب سره وداع کوي او سوکه سوکه په خپلو پښو درېداي او خپلواک ټولنیز ژوند ته چمتو کېږي؛خو مخکې مو وويل، چې په ماشوم کې د خپلواکۍ غوښتنې د تخم وده د ژوند له لومړیو کلونو پیلېږي او باید موروپلار د دې څوبتیا د انډول ودې لپاره لاره چاره چمتو کړي او لازمې ازادۍ ورکړي او د ماشوم ازادي درنه او محترمه وبولي؛ خو نه ښايي  په اړه یې د زیادښت او افراط لار خپله کړي، چې دا چلن به ماشوم پر یوه هوسپالي او بې بندوباره موجود واړوي.

[داچې ماشوم شخصیت پیداکړي،پکار دي په ځینو ځایونو کې د خپلو  غوښتنو پر وړاندې د موروپلار یا خپل پالندوی مقاومت او درېدنه وننګېري؛]

یعنې پوه شي، چې پولې او بریدونه درانه وبولي او په بله وینا: مطلق او بې قیدوشرطه ازادي ونه ننګېږي؛ نو ځکه باید موروپلار تر شونې بریده ماشوم له خپلو کړنو منع نه کړي؛ خو په کومو ځایونو کې چې باید هرومرو یې منع کړي باید پرېکنده وي او پر خپل هوډ ټینګ ودرېږي او د ماشوم ټینګار، ژړا او چغو ته غاړه کېنږدي[4].

پوښتنې او ډېرې خبرې

ماشوم له دوه کلنۍ سوکه سوکه یوه یوه خبره زده کوي او پر خبرو لګیا کېږي او چې څومره یې یادې کړې هومره یې کړتې هم ورزیاتېږي؛ له همدې امله له (۳) تر (۷) کلنۍ موده د پرګویۍ په پېر هم مشهوره ده. خبرې یې ډېری د ځان په باب وي او سوکه سوکه یې پر ټولنیزه وده ورزیاتېږي- په تېره تر اوه کلنۍ روسته- نور هم رانغاړي .

غوره ده، چې له کوچني سره خبرو ته ډېر وخت وایستل شي او ورو ورو او یوه یوه خبره ورسره وکړای شي، ساده او د پوهېدو وړ کليمي ورته وکارول شي، کلیمې سمې وواست، چې هم یې واژې بډای شي او هم ښه اورېدونکي ترې وروزي . په دې پېر کې د ماشوم تفکر او اندنه حسي اړخ لري. ويلي یې دي، چې ماشوم په سترګو، غوږونو او لاسونو او په بله وینا په خپل بدن فکر کوي؛ یعنې څه چې ویني یا یې د تجربې په کړۍ کې راځي، درک کوي یې؛ نو ځکه تر شوني بریده دې د هغو مفاهیمو له کارولو ډدډه وشي، چې پوهېدل پرې پېچلي تفکر ته اړتیا لري.

بلخوا، په دې پېر کې ماشوم د چاپېریال او څیزونو پېژندنې ته سخته څوبتیا پیدا کوي او د وږي په څېر غواړي د  شاوخوا له رنګارنګ خوړو ځان موړ کړي؛ نو ځکه تل پوښتي او کله په پرله پسې پوښتنو خپله مور ستړې کوي.

دا ښکارنده په ماشوم کې د کنجکاوۍ نښه ده او ددې حس سمه روزنه د ماشوم په فکري وده کې ژورې اغېزې لري؛ نو ځکه باید د ماشوم اطرافیان په تېره مور یې له پرله پسې پوښتنو ګروېکنو ستړې نشي او له زغمه دې کار واخلي او پوښتنې دې یې داسې ځواب کړي، چې ماشوم پرې پوه شي.

[ماشوم چې د خپلو پوښتنو ځوابونه اوري؛ نو ځان ته یوه نړۍ جوړوي او یو ډول ((نړی لید)) ترلاسه کوي.]

نه ښايي مور د ځان خلاصولو لپاره د ماشوم پوښتنې ناسمې ځواب کړي. دا پوښتنې هر څه رانغاړي؛ خو په پیل کې د ماشوم په شاوخوا څیزونو پورې اړوند وي او سوکه سوکه دیني او اخلاقي مسایل هم رانغاړي. کله په وړوکتوب کې د خدای، مرګ او په څېر یې ډېرې پوښتنې کوي، چې ځوابول یې هومره اسان کار نه دی او ډېر ظرافت ورته پکار دی. په دې باب پام مو وي، چې ماشومانو ته دا مسایل هومره جدي نه دي او که په یو ډول یې فکر پر پوهېدو وړ مسایلو ته ور واړو؛ نو څه ستونزه به رامخې ته نشي.

بلخوا د خبرو په ترڅ کې ورته وويل شي، چې د پوښتنو پوره ځوابونه به د ښوونځي په زده کړو کې درکړل شي؛ خو په عین حال کې پوښتنې یې داسې ځواب شي، چې ماشوم پرې پوه شي؛ که څه دقیق ځواب یې هومره لازم نه دی؛ خو په هر حال نه ښايي پوښتنه یې په دروغو ځواب  یا په غلطه موهومي څیزونو ورزده کړای شي.

[1] ځینې میندې د ناسمو ملاحظاتو له مخې خپل اولاد ته تی نه ورکوي، دا ډول میندې د خپل چار له روغتیايي په تېره روحي او عاطفي زیانونو ناخبره دي، که نه کومه مور، چې خپل اولاد تر ځان ورته ګران دی، بیخي نه چمتو کېږي چې په ناڅیزه مسایلو خپل اولاد له راتلونکي نېکمرغه ژونده بې برخې کړي.

[2]موریس ډبس، مراحل تربیت، ۴۷ مخ، د ډاکتر محمد علي کاردان ژباړه.

[3] تحریر الوسیله، ۲ټوک/۴۴۹ مخ.

[4]مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!