تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۱﴾ په رښتیا الله د هغې مېرمنې وينا واورېده، چې د خپل مېړه په اړه یې ناندرۍ درسره وهلې او الله ته يې شکایت كاوه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۱﴾ په رښتیا الله د هغې مېرمنې وينا واورېده، چې د خپل مېړه په اړه یې ناندرۍ درسره وهلې او الله ته يې شکایت كاوه (او د دې غوښتنه يې ومنله)؛ او الله (په خپلې ستونز اوارۍ كې د ښځې ټينګار او) ستاسې د دواړو خبرې اترې اورېدې؛ (ځكه) چې الله ليدونكى اورېدونكى دى . (۱)
الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَائِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَزُورًا وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ ﴿۲﴾ له تاسې چې څوک له خپلو ښځو ((ظهار)) كوي او وايي: ((انت علئ كظهرامى= ته راته د خپلې مور په څېر يې))؛ مېرمنې يې ميندې نه دي؛ ميندې يې يوازې هماغه دي، چې دوى يې زېږولي او دوى [په دې چار] یوه ناکاره او دروغ خبره كوي او حقيقت دادى، چې الله تېرېدونكى (او) ډېر بښونكى دى. (۲)
وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِن نِّسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَاسَّا ذَلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۳﴾ او هغوى چې له خپلو ښځو ((ظهار)) کوي بيا له خپلې خبرې واوړي؛ نو مخكې تردې چې يو له بل سره كوروالى وكړي؛ نو د يوه مريي ازادول پرې لازم دي، دا (یو حکم) دى، چې سپارښتنه یې درته كېږي او الله مو له کړنو ښه خبر دى . (۳)
فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَاسَّا فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ذَلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴﴾ نو چا چې د مريي ازادولو وس نه درلود؛ نو تر كوروالي مخكې دې پر له پسې دوه مياشتې روژه ونيسي؛ نو څوك چې ددې وس هم نه لري؛ نو شپېتو مسكينانو ته دې خواړه وركړي؛ دا (حكم) ددې لپاره دى، چې د الله او استازي په [امر] يې ايمان راوړئ؛ دا دي الهي پولې (او چې څوک یې عملي نه کړي او ناڅیزه یې وبولي؛ نو کفر ته یې ورمخه کړې) او كافرانو ته ډېر دردناك عذاب دى! (۴)
إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۵﴾ په حقيقت كې څوک چې له الله او استازي سره يې ټينګ مخالفت كوي؛ نو ذليل او خوارېږي؛ لكه چې د دوی وړاندېني خوار او ذليل شوي ول او په يقين (سره له دې) چې موږ څرګندې نښې ورلېږلي (مخالفت ته يې هېڅ پلمه نه لري) او كافرانو ته سپكوونكى عذاب [چمتو] دى، (۵)
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۶﴾  پر هغه ورځ، چې الله دوى ټول [له قبره ژوندي] راپاڅوي، بيا دوی د خپلو کړنو [له حقيقت او پايلو] خبروي؛ هغه (كړه وړه) چې الله شمېرلي او دوى هېر كړي او الله پر هر څيز شاهد دى . (۶)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷﴾ (انسانه!)  ايا ته نه پوهېږې، چې بېشکه الله په هغه څه پوهېږي، چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؛ که درې (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې څلورم دى او که پينځه (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې شپږم دى، که (د پټو خبرو والا) له دې (شمېره) لږ که ډېر وو؛ خوچې هر چېرې وي، الله ورسره دى، بيا د قيامت پر ورځ دوی له خپلو كړنو خبروي؛ (ځكه) الله په هر څه ښه پوه دی . (۷)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَى ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاؤُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۸﴾ ايا ته هغه كسان نه وينې، چې له پټو خبرو منع شوي ول (؛ خو) بيا هماغه څه كوي، چې ترې منع شوي وو او دوى په پټه يو له بل سره د ګناه، تېري او (د الله) له استازي د سرغړونی خبرې كوي او چې درشي؛ نو په هغو ټکیو سلام درته کوي، چې هاغسې الله پر تا سلام نه دى کړی او پخپلو (زړونو) كې وايي: (( (که دا پېغمبر دى؛ نو) الله ولې زموږ په خبرو عذاب نه راكوي؟!)) جهنم یې بس دى، چې ورننوځي او څه ناوړه پاى ده! (۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۹﴾ مؤمنانو! چې کله تاسې پټې خبرې كوئ؛ نو د ګناه، تېري او (د الله) له استازي د سرغړاوي لپاره يو له بل سره پټې خبرې مه کوئ او د نېكيو او پرهېزګارۍ لپاره پټې خبرې وكړئ او [خپل ځانونه] د هغه الله له (عذابه) وساتئ، چې يوازې هغه ته به ورغونډېږئ . (۹)
إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾ (د ګناه لپاره) پټې خبرې كول يوازې د شيطان (چار) دى، چې مؤمنان خواشیني كړي؛ خو بې د الله له اجازې دوی ته هېڅ زيان وررسولاى نشي او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي. (۱۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛ نو ارت یې كړئ، چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي: ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ، چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى .(۱۱)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲﴾ مؤمنانو! چې کله تاسې (د الله) له استازي سره پټې خبرې كوئ؛ نو تر پټو خبرو مخكې (د الله په لار كې) څه صدقه وركړئ، دا کار درته غوره او ډېر پاك دی او كه څه مو و نه موندل (؛ يعنې وسه يې نه لرئ)؛ نو پوه شئ، چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۱۲)
أَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۳﴾ ايا تاسې (له نېستۍ) ووېرېدئ، چې تر خپلو پټو خبرو اترو مخكې مو د صدقاتو له ورکړې ډډه وکړه؟!؛ نو اوس چې دا كار مو ونكړ او الله هم درتېر شو؛ نو لمونځ وكړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي يې اطاعت وكړئ او چې څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى . (۱۳)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۴﴾ ايا ته هغوى (منافقان) نه وينې، چې له هغه قوم سره يې د دوستۍ اړيکې ټينګې كړي، چې الله پرې غضب كړى دى؟! دوى نه ستاسې دي او نه د هغوى (یهودو) او په دروغو قسمونه خوري (چې ستاسې ملګري يو) او خپله هم پوهېږي (چې دروغ وايي).  (۱۴)
أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۵﴾ الله دوی ته سخت عذاب چمتو كړى (؛ ځكه) چې دوی بدچاري دي! (۱۵)
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۱۶﴾ خپل قسمونه یې ډال کړي او (خلك يې) د الله له لارې منع كړل؛ نو ځکه دوی ته سپكوونكى عذاب ورپر برخه دى . (۱۶)
لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ د دوی شتمني او اولادونه هډو دوی د الله له (عذابه) ژغورلاى نشي، دوى دوزخيان دي (او) تل به پكې وي .(۱۷)
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَى شَيْءٍ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۸﴾ هغه ورځ (درياده كړه) چې الله دوى ټول راپاڅوي؛ نو هغه ته به هم داسې قسمونه خوري؛ لكه چې (نن) يې تاسې ته خوري (چې مسلمانان دي) او انګېري، چې پر څه لاسبرېدای شي (خپل نفاق ټینګ بنسټ بولي)؛ پوه شئ، چې همدا دوى مازې دروغجن دي . (۱۸)
اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُوْلَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۹﴾ شيطان (د اماره نفس له لارې) پر دوی لاسبر شوى؛ نو له دوی یې د الله يادول هېر كړي، همدا د شيطان ګوند دى، پوه شئ بېشکه د شيطان ګوند زيانمن دى. (۱۹)
إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ فِي الأَذَلِّينَ ﴿۲۰﴾ په حقيقت كې هغوى چې د الله او د هغه د استازي له [امر] سره ټينګ مخالفت كوي؛ همدا دوی د ډېرو سپکو (وګړيو) په (ليكه) كې دي . (۲۰)
كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۱﴾ الله (په لوح محفوظ كې) ليكلي، چې هرومرو زه او زما استازي بريمنېږو (؛ ځكه) چې الله ځواکمن ‏ناماتى دى . (۲۱)
لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءهُمْ أَوْ أَبْنَاءهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُوْلَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۲۲﴾ داسې خلک به و نه مومې، چې پر الله او د قيامت پر ورځې ايمان لري (؛ خو) د الله او د ده د استازي له دښمنانو سره دوستي وكړي، كه دا (دښمنان) يې پلرونه، زامن، روڼه يا خپلوان هم وي، همدا دوى دي، چې الله یې په زړونو کې (د) ايمان (نقش) كښلى او (له خپل لوري) يې په يوه روح سره غښتلي (او پايند) كړي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي، هلته به تل اوسي، الله ترې خوښ دى او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، همدا ‏د ((الله ګوند)) دى، پوه شئ، چې په رښتینه كې يوازې د ((الله ګوند)) بريمن دى!   (۲۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!