تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د زکات مانا زکات په لغت کې ودې او پاکوالي ته وايي. هو! پر نشتمنو زړسوی او ورسره مرسته د انسان د مانیزې – معنوي ودې، له کنجوسۍ او حرصه د انسان د روح د پاکوالي لامل دی. په فقهي اصطلاح کې زکات […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د زکات مانا

زکات په لغت کې ودې او پاکوالي ته وايي.

هو! پر نشتمنو زړسوی او ورسره مرسته د انسان د مانیزې – معنوي ودې، له کنجوسۍ او حرصه د انسان د روح د پاکوالي لامل دی.

په فقهي اصطلاح کې زکات نشتمنو ته له خپل مال څخه د یوه ټاکلي مقدار ورکول دي.

زکات په قرآن کریم کې هم په لغوي مانا کې راغلی،  الله تعالی جلّ جلاله وايي: «و حَناناً من لدُنّا و زكاةً و كان تَقیّاً[1]»

 او هم په اصطلاحي مانا راغلی دی، چې البته عامه مانا لري او فرضي او مستحبي دواړو مرستو ته ویل کېږي.

د زکات پراخوالی

په اسلام کې زکات پراخ مفهوم لري او هر څیز ته زکات ټاکل شوی، چې دا دی:

د پت زکات د خلکو ستونزاواری دی.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: لکه څرنګه چې د مال د زکات ورکړه فرض ده، د پت د زکات ورکړه هم فرض ده.

امام صادق رحمة الله علیه وايي: پر هر غړي زکات فرض دی:

عبرتناکه کتنه او له ګناهونو سترګې پټول، د سترګې زکات دی.

د علم، حکمت او قرآن کریم اورېدنه د غوږ زکات دی.

مسلمانانو ته ورم – نصیحت کول د غافلینو راویښول او د الله تعالی تسبیح د ژبې زکات دی.

د پوهنو لیکنه او د مال بښنه د لاس زکات دی.

د جهاد په لار کې هاندوهڅې، زده کړه، په خلکو کې جوړجاړی او د ښو خلکو لیدنه کتنه د پښو زکات دی.

خپرول یې د علم زکات دی.

انصاف د ځواک زکات دی.

جهاد د زړورتیا زکات دی.

الهي امرونو او منعو ته غاړه ایښوونه د روغتیا زکات دی.

د بې عقلو زغمل د عقل زکات دی.[2]

زکات په قرآن کریم کې

پر لمونځ زړه ته ارامتیا ورکړئ او پر زکات وټیزې – اقتصادې تشې ډکې کړئ. (وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ[3])

په عبادتونو کې لمونځ او زکات ځانګړې مقام لري. ( وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ[4])

د لمونځ او زکات حکم تر جهاد مخکې تشریع شوی. (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ. . . . [5])

ځان جوړونه تر ټولنې جوړنې مخکې او وړ ده. هغه چې لمونځ نه کوي او زکات نه ورکوي؛ نو اخلاص او ایثار به هم ترې و نه وینئ. ( وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ[6])

اسلام هم له خالق سره پر اړیکو ټینګار کوي، (لمونځ) (وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ) او هم له خلکو سره پر اړیکو (زکات) (وَآتُواْ الزَّكَاةَ)

سره له دې چې لمونځ او زکات په ټولو ادیانو کې وه؛ خو د ارزښت له امله یې بېل بېل راوړي دي. (بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ[7]. . . . )

لمونځ او زکات نه بېلېدونکي دي، لمونځ کوونکی باید زکات ورکوونکي هم وي. (وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ)[8]

د انفاق، اطعام، زکات، خمس، او صدقې فرمان زموږ ودې ته ورکړ شوی او د لارښوونې مزدوري نه ده. (لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)[9]

د سوداګرۍ پريښوول ارزښت نه دی، بلکې د الله تعالی له ذکر، لمونځ او زکات سره مل سوداګري ده، چې ارزښت لري(لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ. . . . . عَن ذِكْرِ اللَّهِ. . . . [10]) (الهي انسان دنیا ته غورځې پرځې کوي؛ خو له الله تعالی هم نه غافلېږي)

لمونځ او زکات یو د بل ترڅنګ دي اوهغوي ستاینوړ دي، چې دواړه کوي (وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ[11])

لمونځ او زکات د صالح عمل ښکاره بېلګې دي چې د مومنانو د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا. . . . وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ. . . [12])

په اسلام کې عبادي (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ)، مالي(وَآتُوا الزَّكَاةَ)، سیاسي، او حکومتي (وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) مسایل بېل نه دي.[13]

په تېرو اسماني ادیانو کې زکات

زکات په اسلام پورې ځانګړې نه دی، بلکې په تېرو ادیانو کې هم وه.

زکات او لمونځ د ټولو اسماني ادیانو له ګډو ټکیو ځنې دي.

حضرت عیسى علیه السلام په زانګو کې په خبرو شو او ویې ویل: ((اَوصانى بالصّلوة و الزّكاة[14]= د لمانځه او زكات سپارښتنه یې راته كړې ده.))

حضرت موسى علیه السلام بنى‏اسرائیلو ته وویل:

 «اقیموا الصّلوة و آتوا الزّكاة[15]= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ.

قرآن کریم د حضرت اسماعیل علیه السلام په باب وايي: «كان یأمر أهله بالصّلوة و الزّكاة[16]= او تل يې خپلې كورنۍ ته د لمانځه او زكات امر كاوه.

د ټولو پېغمبرانو په اړه راغلي:

« وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ[17]= او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه.

«و ما أُمروا الاّ لیعبدوا اللّه. . . و یقیموا الصّلوة و یؤتوا الزّكاة و ذلك دین القیّمة))[18]

 ددې آیت پر بنسټ په ټولو اسماني ادیانو کې د لمانځه او زکات انډول او برابر یا قرین موجود وه.

ارواښاد علاّمه طباطبایى د زکات په اړه وايي:

 که څه، هغه ټولنیز قوانین چې په بشپړ ډول اسلام راوړي، ساری او مخینه نلري؛ خو ددې آر او اصل د اسلام نوون – ابتکار نه و؛ ځکه د بشر فطرت پرې پر اجمالي ډول پوهېده. نو له دې مخې تر اسلام مخکې په ادیانو او د لرغوني روم په قوانینو کې، د ټولنې د سنبالنې په اړه څه نا څه قوانین لیدل کېږي او ویلای شو، چې په یو پېر کې هم داسې خلک نه ول، چې د ټولنې د سنبالنې لپاره یې مالي حقوق نه درلودل، ځکه ټولنه چې هر رنګه وه؛ نو خپلې ودې ته یې مالې لګښتونو ته اړتیا درلوده.[19]

له نورو ادیانو سره په اسلام کې د زکات توپیر

د آیتونو او روایتونو له څېړنې پوهېږو چې په اسلام کې زکات د نورو الهي ادیانو په څېر نه دی، چې تش وصیت، اخلاقي سپارښتنه، او موعظه وي چې په دې توګه خلک نېکۍ ته رامات کړي او له بخل څخه یې وساتي؛ بلکې یوه الهي فریضه ده او پر وړاندې یې بې پروايي، فسق دی او منکر یې کافر ګڼل کېږي.

په اسلام کې د زکات ځایونه، شرایط او د ورکړې کیفیت یې په دقیق ډول جوت شوی دی او دهغې د راټولني پازوالي – مسولیت د اسلامي دولت پر غاړه دی او که څوک د زکات له ورکړې ډډه وکړي؛ نو له دوی څخه پوښتنه کېږي او له سرغړونکیو سره یې که چېرته د دین ضروري انکار لامل شي، مقابله کېږي.[20]

زکات په اسلام کې

د زکات ویی – کلمه دوه دیرش ځله په قرآن کریم  کې راغلې ده، چې پر بنسټ یې د زکات ورکول پر الله تعالی او د قیامت پر ورځې د ایمان نښه ده. «مَن آمن باللّه و الیوم الاخر و اقام الصّلوة و آتى الزّكاة. . . [21]»
د توبې د قبلېدو او د ګناهونو د بښل کېدو لار، د لمانځه کول او د زکات ورکول دي. «فان تابوا و اقاموا الصّلوة و آتوا الزّكاة فاخوانكم فى الدّین»[22]

د لمانځه درول او د زکات ورکول د صالحانو د حکومت نښه ده. «الّذین ان مكّناهم فى الارض اقاموا الصّلوة و آتوا الزّكاة[23]»
له لمانځه کولو او د زکات له ورکړې سره مل سوداګري او راکړه ورکړه د الهي مړانو نښه ده. «رجال لا تلهیهم تجارة و لا بیع عن ذكر اللّه و اقام الصلوة و ایتاء الزّكاة»[24]

له زکاته نټه – انکار له کفر سره برابره ده. «الّذین لا یؤتون الزّكاة و هم بالآخرة هم كافرون[25]»

په ګڼو مکي سورتونو کې زکات ته اشاره شوې ده.[26]

ځینې مفسرین دا آیتونه په مستحب زکات پورې ځانګړي ګڼي[27] او ځینې نور وايي: د زکات حکم په مکه کې نازل شوی؛ خو د مسلمانانو د کم شمېر له کبله د زکات ډېرې پېسې نه راټولېدلې او خلکو پخپله زکات ورکاوه[28].

خو په مدینه کې د اسلامي حکومت تر جوړېدو روسته د «خُذ من أموالهم صَدقة[29]» د آیت تر نازلېدو روسته د زکات اخستل او بیت المال ته ورسپارل اوڅار – مطرح شول.

دا آیت د دویم هجري کال د روژې په میاشت کې رانازل شو او پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم حکم وکړ، چې خلکو ته ووايئ چې الله تعالی زکات د لمانځه په څېر فرض کړ. یو کال روسته یې حکم ورکړ، چې مسلمانان دې خپل زکات ورکړي[30].

په رښتینه کې د اسلامي حکومت تر جوړېدو او د بیت المال تر رامنځ ته کېدو روسته زکات تر ځانګړې کړلارې لاندې راغې او معلومې اندازې او نصابونه ورته وټاکل شول[31].

 ځينې په دې باور دي، روسته تر دې چې انحضرتصلی الله علیه و آله وسلم ته د زکات د راټولونې دنده وسپارل شوه؛ نو د زکات مصارف په دقیق ډول د توبې سورت په ۶۰ آیت کې بیان شول او دا د هېښنې ځای نه دی چې د زکات د آر تشریع د توبې سورت په ۱۰۳ آیت کې وي او د مصارفو یادونه یې په ۶۰ ام آیت کې وي، ځکه پوهېږو چې د قرآن کریم آیتونه د انحضرت صلی الله علیه و آله وسلم په حکم هر یو یې په مناسب ځای کې ایښوول شوي دي.[32]

د زکات اهمیت

د اسلام علماوو زکات د دین له ضرریاتو ځنې ګڼلی او ترې منکر یې کافر ګڼلی دی.

زکات، د ټولنې د وټیزو – اقتصادي دردونو درمل دی او لکه څرنګه چې د چا د بدن یو غړی په درد شي؛ نو ټول بدن یې له حرکته پرېوځي؛ نو همدارنګه که په ټولنه کې هم یوه ډله له ستونزو سره مخ شي؛ نو د دې ټولنې خوځون – حرکت هم ګوزنګ وهي او زکات د ټولنې د ستونزاواري لپاره دی.

 رسول الله صلى الله علیه وآله قسم وخوړ چې بې له مشرکه بل د زکات په ورکړه کې خیانت نه کوي[33].

رسول الله صلى الله علیه وآله په روستۍ خطبه کې فرمايي: ای خلکو! د خپلو مالونو زکاتونه ورکړئ. څوک چې زکات ورنکړي، نه یې لمونځ قبلېږي، نه یې حج او نه هم جهاد.[34]

په روایتونو کې راغلي:  «تمام اسلامكم اداء الزّكاة[35]»، «. . . سبعة من كنّ فیه فقد استكمل حقیقة الایمان. . . و ادّى الزّكاة ماله[36]»

څه وکړو، چې خلک د خپل مال زکات ورکړي؟

په پیل کې باید په ګروهیزو، اندیزو او فرهنګي جرړو پسې ولاړ شو:

که څوک باور وکړي کوم مال چې ورسره دی، هغه د الله تعالی امانت او ډالۍ ده،

که باور وکړي چې پر نورو کوم غوروای نلري او ټول یو له بل سره برابر دي،

که باور وکړي، چې د نشتمنو د زړونو راماتول د مال تر راټولونې خورا ارزښتمن دی، که باور وکړي، چې د نشتمنو دعا به یې د ژوند ستونزې ور اوارې کړي،

که باور وکړي، چې ښايي سبا به خپله له همدې نشتمنو ځنې وي، که باور وکړي، چې د انفاق تشه به الله تعالی ډکه کړي،

که باور وکړي، چې د ده انفاق دهغه دانې په شان دی، چې په ګڼو وږو او سلګونو دانو به بدل شي،  که باور وکړي، چې نشتمن به د ده مالي مرسته تر قیامته پورې یوسي، که باور وکړي، چې د نشتمنو او بېوزلو مړول یو مانیز خوند او دنننۍ ارامتیا له ځانه سره لري،

که باور وکړي، چې نننۍ مرسته به یې په برزخ کې ورسره د ښکلي مخ په څېر مل وي،

که باور وکړي، چې د مسلمینو ستونزاواری د رسول الله صلی الله عیله و آله ستونزاواری دی،

که باور وکړي، چې د ټولنې د نشتمنو او بېوزلو پر وړاندې بې پروايي ښايي د سترې چاودنې، اوښتون او د ده د ټولو مالونو د له منځه تلنې لامل وګرځي،

که له نورو سره د مرستې په اجرونو، برکتو او اغېزو یې ایمان ولري

که د بخل، حرص، مال راټولونې او بې پروایۍ پر خطرونو پوه شي او د بې پروا شتمنو له تاریخ سره اشنا وي؛ نو ځان به د زکات او انفاق ورکړې ته چمتو کړي.

که پوه شو، چې الله تعالی را څخه پور غوښتی او ویلي یې دي «مَن ذا الّذى یُقرِض اللّه قَرضاً حَسناً»[37] هغه الله تعالی چې د اسمانونو او ځمکې د خزانو مالک دی؛ نو پوه به شو، چې ددې پور موخه په حقیقت کې په انسان کې د سخاوت او انسان دوستۍ د روحیې راټوکول دي[38] که موږ هم د حضرت سلیمان علیه السلام په شان خپله ټوله شتمني د الله تعالی درښتن – فضل وګڼو او ووایو: «هذا من فضل ربّى[39]»؛ نو کله به هم د زکات په ورکړه کې بخل ونکړو.

که د الله تعالی نعمتونه د هوساینې، غفلت او سرمستۍ وزله و نه ګڼو او یو ډول ازمېښت وزله یې وګڼو لکه څرنګه چې، قرآن کریم وايي: «لیبلونى ءاشكر ام اكفر[40]»، چې ایا دا الله تعالی راکړي نعمتونه په سمه توګه کاروو او عملي شکر یې اوباسو او که د نعمت کفران یې کوو،

که پوه شو، چې هستي، فکر، پوهه، ځواک؛ نوون او توفیق چې لرو؛ دا هر څه د الله تعالی له اړخه دي او ان په بزګرۍ کې هم زموږ دنده یوازې د تخم د دانې کرل دي، او نورې چارې د الله تعالی له اړخه دي، لکه د ځمکې له خوا د اوبو جذب، په ځمکه کې د دانې راټوکېدل، د رڼا او هوا راجذبول، لکه څرنګه چې قرآن کریم وايي «ءانتم تزرعونه ام نحن الزارعون[41]»؛ نو کله به هم بخل و نکړو.
که پوه شو، چې په ښکاره خو بېوزلي او نشتمن مو د مرستو ترلاسه کوونکي دي؛ خو په رښتینه کې دا الله تعالی دی چې صدقې مو اخلي«یأخذ الصّدقات[42]» نو په اسانۍ به مرسته وکړو او لکه څرنګه چې په روایتونو کې راغلي، ځان به هم ښکل کړو.

که پوه شو، چې د نشتمنو او بېوزلو پر وړاندې بې پروايي مو د قارونیانو پر برخلیک اخته کولای شي، چې قارون یې له شتمنۍ سره یو ځای ځمکې ننایستل«فخسفنا به و بدار[43]ه» نو دومره بخل به ونکړو. قارون ویل: مالونه مې د الله تعالی نه، بلکې د خپلې پوهې، کارپوهۍ او نوون له لارې ترلاسه کړي دي«انّما اُوتیتُه على علم عندى[44]»

که د هغه بڼ داستان ته ځیر شو، چې وسوځېد؛ نو وبه وینو چې څرنګه دهغو کسانو بڼ یو مخې اور واخیست، چې څښتنانو یې هوډ وکړ، چې نشتمن او بېوزلي له الهي نعمتونو بې برخې کړي. «فاصبَحَت كالصَّریم[45]»
که پوه شو، چې د یتیمانو پر وړاندې بې پروايي ښايي زموږ د ماشومانو د یتیمانو لامل شي.

که پوه شو، چې نننۍ مرستې به مو دوه ګرایه، او په ځینو ځایونو کې څو ګرایه او په ځینو ځایونو کې لس ګرایه او اوسوه ګرایه بېرته راګرځول کېږي؛ نو کله به هم بخل ونکړو.

امام صادق رحمة الله علیه وايي: «ما فرض اللّه على هذه الامّة شیئاً اشدّ علیهم من الزكاة و فیها تهلك عامتهم[46]»
که پوه شوه چې د ګاندې – راتلونکې له نشتمنۍ مو چې وېروي، هغه شیطان دی. «الشیطان یعدكم الفقر[47]»؛ نو کله به هم د شیطان له ګوتڅنډونکیو وسوسو و نه وېرېږو.
که پوه شو چې د الله تعالی ځایناستي یو او دا به څومره ستره جفا وي، چې تش په مادیاتو راضي او خوښ شو؛ نو کله له هم پر مادیاتو زړه و نه تړو «أرضیتم بالحیاة الدّنیا[48]»

که پوه شو، چې د ډېرې شتمنۍ راټولونه یو تلپاتې باطله انګېرنه ده [الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ. يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ[49]] نو کله به هم د زکات او خمس ورکړې ته شا نه کړو.

که پوه شو، چې څومره راسره ډېر وي؛ نو هومره مو مسوولیت هم ډېر دی.  الله تعالی چې خپل پېغمبر ته کوثر او ډېر خیر او برکت ورکوي؛ نو هغه ته د پسه قرباني کول بسیا نه ګڼي، بلکې یو اوښ باید قرباني کړي. [إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ[50]] هو! که څوک تر ټولو ډېره لاس ته راوړنه لري؛ نو مرسته یې باید ډېره وي.

که پوه شو چې د زکات په ورکړې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم سلام او صلوات ترلاسه کوو؛ نو په اسانۍ به زکات ورکړو.  الله تعالی جلّ جلاله خپل پېغمبر ته وايي: [خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[51] = له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړي او ويې روزې او (د زكات اخستو پر وخت) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى پوه اورېدونكى دى.]

که پوه شو، چې علي کرم الله وجهه په لمانځه کې خپله یو ګوتمه نشتمن ته ورکوي او ان دې ته یې هم صبر و نه کړ، چې لمونځ پای ته ورسوي او که پوه شو، چې د نشتمنو لاسنیوی لکه د حجرالاسود ښکلول دي؛ نو کله به هم دا کار بل ته و نه سپارو او خپله به یې وکړو.

که پوه شو، چې دوزخیان د جنتیانو په ځواب کې وايي: په دوزخ کې د پرېوتو یو لامل مو دا وه، چې د نشتمنو پر وړاندې بې توپیره وه [وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ[52]= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول]؛ نو د بېوزلیو پر وړاندې به ځان زمه وار وګڼو.

که باور وکړو چې قرآن کریم  وايي: څه چې درسره دي پوپناه کېږي او څه چې مو الله تعالی ته او دهغه په لار کې ورکړي، پاتېږي[مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ[53]]

که باور وکړو چې قرآن کریم  وايي: بخیلان دې نه انګیري، چې مالونه یې ورته خیر دی، بلکې ورته شر دی. [وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[54]=او خداى چې پر چا لورېدلى وي او پكې کنجوسي كوي(؛ نو) نه دې يې ګڼي، چې دا كار يې په ګټه دى؛ بلكې په زيان يې دى، ژر به د قيامت پر ورځ هغه څه ورته د غاړې هار شي، چې کنجوسي يې پرې کوله او اسمانونه او ځمكه يوازې خداى ته پاتېږي او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ]

که باور وکړو، چې امام صادق رحمة الله علیه وویل:  الله تعالی د شتمنو په شتمنیو کې بېوزلي او نشتمن شریک کړي او د بیوزلو حق باید ورکړل شي.[55]

که باور وکړو، چې الله تعالی خپل بنده پوښتي: ایا د فرمان پر وړاندې مې بخل کوئ؟ ایا ما تورنوئ؟ ایا انګېرلې دې ده، څه چې د انفاق کړي؛ نو له سکېندې – جبرانولو یې بېوسې یم؟

نو ځان به له نشتمنو سره بسپنې ته لا چمتو کړو.[56]

که پوه شو چې د زکات نه ورکول له هغو ګناهونو ځنې دي چې د پښېمانې او حسرت لاملېږي.[57]

 او د مرګ په شېبه انسان له الله تعالی ه غواړي چې دنیا ته ورستون شي او د نشتمنو حق ورکړي.[58]

 که پوه شو چې د زکات نه ورکول، انسان د ایمان او اسلام له مداره اوباسي [من منع قیراطاً من الزكاة فلیس بمؤمن و لا مسلم.[59]]

که پوه شو، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د کعبې تر څنګ ابوذر (رض) ته وویل: هغوی تر ټولو ډېر زیانکاره دي، چې زکات نه ورکوي[60].

که پوه شو چې هره ورځ زر پرښتې زکات نه ورکوونکي شتمن ته د اور زیری ورکوي.[61]

که پوه شو چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هغو کسانو ته د بېلابېلو عذابونو ( سخت باد، زلزلې، او د مخ اوختنې) ژمنه ورکړې، چې د زکات ورکړه، تاوان ګڼي.[62]

که پوه شو، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم قسم خوړلی چې د زکات نه ورکول له الله تعالی سره خیانت او شرک دی[63]

که پوه شو چې الله تعالی دهغو نومونه په مشرکانو او کافرانو کې راوړي چې زکات نه ورکوي [الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ[64]]

که پوه شو چې زکات د دین له ضرریاتو ځنې دی او نټه – انکار یې کفر دی.[65]

که پوه شو، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ویلي: هغه مال، چې زکات یې نه وي ورکړل شوی، ملعون دی.[66]

که پوه شو، چې د حضرت ابوبکر (رض) د خلافت پر مهال له زکات نه ورکوونکې ډلې سره پوځي چلن کېده، چې ان حضرت علي هم ددې ډلې پر ضد په پوځي جبهه کې ګډون درلوده.[67]

که پوه شو، چې امام صادق رحمة الله علیه ویلي: که څوک، ان د زکات لږه اندازه هم ورنکړي؛ نو نصراني یا یهودي به ومري.[68]

که پوه شو چې امام صادق رحمة الله علیه به زکات نه ورکوونکي ته د غل لقب ورکاوه.[69]

که پوه شو او باور وکړو چې رسول اللهصلی الله علیه و آله وسلم او امامانو په قیامت کې د زکات نه ورکوونکیو کسانو د عذاب نندارې داسې بیان کړي، چې غټ مار به د دوی پر سټونو وراچول کېږي او دا هماغه څه دي، چې قرآن کریم  وايي: [سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ[70]] هغه مال چې بخل پکې وشو؛ نو په قیامت کې به یې د غاړې هار شي.[71]

که باور وکړو چې قرآن کریم  وايي: د قیامت پر ورځ به زېرمه شوي مالونه په اور کې سره کړي او دهغو تندي او اړخونه پرې داغي، چې زکات یې نه ورکاوه او ورته ویل کېږي: دا هماغه څه دي چې په دنیا کې مو زېرمه کړي وه او د نشتمنو حق مو پکې نه ورکاوه.

که باور وکړو چې د زکات نه ورکول هماغه کبیره ګناه ده چې الله تعالی یې د عذاب ژمنه کړې،

هو! که داسې باورونه ولرو؛ نو د الهي حق په ورکړه کې به یوه شېبه هم ځنډ ونکړو.

که پوه شو، چې زکات په برزخ کې د لمانځه ترڅنګ د انسان ملګری کېږي؛ نو په اسانۍ به زکات ورکړو.[72]

که پوه شو، چې د زکات په ورکړه، څو ګرایه اجرونه ترلاسه کوو، چې په شمېر او ژوروالی یې بې له الله تعالی بل نه دی خبر[73]؛ نو کله به هم بخل ونکړو.

که پوه شو چې د زکات په ورکړه، ځان ته د جنت دروازې پرانځو[74]؛ نو کله به هم بخل ونکړو.

که پوه شو هغه چې خپل زکات پوره ورکوي او پخپل ځای یې لګوي؛ نو په قیامت کې نه پوښتلېږي، چې مال دې له کومه ترلاسه کړی[75]؛ نو د زکات د ورکړې هڅونه به ډېره شي.

که پوه شو، چې په دنیا کې د زکات ورکول، پر هغه ورځ د الهي لورنې د ترلاسه کوونې کونجي ده، چې تر ټولو حاجمتن یو او د ننني زکات نه ورکول تر ټولو لوی تاوان دی[76]؛ نو د زکات په ورکړه کې به لږ ځنډ هم ونکړو.

که پوه شو، په زکات کې د غنمو، اوربشو، او داسې نورو هر دانه د سرو او سپینو زرو او رڼاګانو ماڼۍ دي؛[77] نو په ورکړه کې به یې لږ ځنډ هم ونکړو.

که پوه شو چې عاشقانه زکات ورکول د ګناهونو کفاره ده[78]؛ نو په ورکړه کې به یې بیړه وکړو.

که پوه شو، چې زکات ورکوونکی په اوو اسمانونو کې په سپېڅلي نامه یادېږي، په لومړي اسمان کې د ((سخي))، په دویم اسمان کې د ((جواد)) یا ځوانمرد، په درېیم اسمان کې د ((معطی)) او په نورو اسمانونو کې د ((مبارک))، ((محفوظ))، ((منصور)) او مغفور په نامه یادېږي[79]؛ نو په اسانۍ به دا نېک نومونه له لاسه ورنکړو.

که پوه شو چې د نشتمنو مړول په قیامت کې د مړولو رمز دی او په دې دنیا کې د تږو تنده ماتول په قیامت کې د تندې ماتولو رمز دی[80]؛ نو تر وسې به د زکات او خمس په ورکوونې د وږو، تږو او لوڅو چوپړ وکړو.

[1] (مریم/۱۳)

[2]  (غررالحکم او میزان الحکمة)

[3]  (نساء/۷۷)

[4]  (نساء/۷۷)

[5]  (نساء/۷۷)

[6]  (نساء/۷۷)

[7]  (نساء/۱۶۲)

[8]  (نساء/۱۶۲)

[9]  (محمد/۳۶)

[10]  (نور/۳۷)

[11]  (نور/۳۷)

[12] (نور/۵۷)

[13] (نور/۵۷)

[14] (مریم/۳۱)

[15] (بقره/۴۳)

[16]  (مریم/۵۵)

[17] (انبیاء/۷۳)

[18]  (بینه/۵)

[19]  (المیزان تفسیر، 9 ټ، 408 مخ)

[20]  ( فقه الزکاة، دکتر یوسف القرضاوي.، ۱/ ۸۵، ۸۶)

[21] (توبه/۱۸)

[22] (توبه/۱۱)

[23] (حج/۴۱)

[24] (نور/۳۷)

[25] (فصلت/۷)

[26] لکه اعراف/ ۱۵۶، نمل/ ۳، لقمان/ ۴، فصلت/۷. 

[27]  (نمونه تفسیر ۸ټ/ ۹ مخ)

[28]  ( د نور تفسیر، د سورت توبه تر ۶۰ آیت لاندې)

[29]  (توبه/۱۰۳) (نور تفسیر، 5 ټ، 87 مخ)

[30]  (نور تفسیر، 5 ټ، ۱۳۷ مخ)

[31] ( نمونه تفسیر، ۱۴/۱۹۷)

[32]  ( نمونه تفسیر، ۸ ټوک، ۹ مخ)

[33]  (بحار،  96 ټ، 29 مخ. )

[34] (مستدرك الوسائل، 1 ټ، 507 مخ. )

[35] ( كنزالعمّال، ج‏6، ص‏96. )

[36] ( جامع الأحادیث، ج‏9، ص‏45. )

[37] (بقره/۲۴۵)

[38]  (نهج البلاغه/ ۱۵۴)

[39] (نحل/۴۰)

[40] (نحل/۴۰)

[41] (واقعه/۶۴)

[42] (توبه/۱۰۴)

[43] (قصص/۸۱)

[44] (قصص/۷۸)

[45] (قلم/۲۰)

[46] (وافي ۱۰/۳۳)

[47] (بقر/۲۶۸)

[48] (توبه/۳۸)

[49] (الهمزه/۱ – ۲ )

[50]  (کوثر/۱. ۲)

[51]  (توبه/۱۰۳)

[52]  (مدثر/۴۴)

[53]  (نحل/۹۶)

[54]  (آل عمران/۱۸۰)

[55]  (جامع الحادیث ۹/۲۴۳)

[56] ( جامع الاحادیث ۹/ ۳۲۵)

[57]  (جامع الاحادیث ۹/ ۵۸)

[58]  (جامع الاحادیث ۹/ ۵۸)

[59] ( جامع الأحادیث، 9/ 58)

[60]  (مستدرک الوسایل ۱/ ۵۰۸)

[61] ( جامع الاحادیث ۹/۴۳)

[62] (جامع الاحادیث ۹/۵۳)

[63] (بحار ۹۶/۲۹)

[64]  (فصلت/۷)

[65]  ( مبسوط شیخ طوسي، ۱/ ۹۰۱)

[66] (وافي ۲/۴۴)

[67]  (نمونه تفسیر ۸/۱۱)

[68] ( جامع الاحادیث ۹/۶۳)

[69]  (وافي ۱۰/۴۴)

[70]  (آل عمران/۱۸۰)

[71]  (وافي ۱۰/۴۴)

[72]  (جامع الاحادیث ۹/۴۶)

[73] ( جامع الاحادیث ۹/۵۳)

[74]  (جامع الاحادیث ۹/۴۵)

[75] (جامع الاحادیث ۹/۳۳)

[76] (جامع الاحادیث ۹/۳۲)

[77]  (جامع الاحادیث ۹/۳۲)

[78] (جامع الاحادیث ۹/۳۳)

[79]  (جامع الاحادیث ۹/۳۴)

[80]  (جامع الاحادیث ۹/۶۸۴)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!