تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر مزمل سورت تفسیر   بسم الله الرحمن الرحيم=د لوراند او لورين الله په نامه 1-يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ،۲-قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا ،۳-نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ،۴-أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ،۵-إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا = اى (د اندنې او چوپتيا) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

مزمل سورت تفسیر  

بسم الله الرحمن الرحيم=د لوراند او لورين الله په نامه

1-يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ،۲-قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا ،۳-نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ،۴-أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ،۵-إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا = اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه کې (ډوب) ځان نغښتی! د شپې پاڅه؛ خو بې له لږې برخې. نيمايي یې يا لږه ترې كمه،يا يو څه پرې ورزياته كړه او قرآن په ځير، کرار کرار او څرګند لوله؛ ځكه ژر به پر تا یوه درنه وينا نازله كړو.

 

ټکي:

* «مزمل» ځان په جامه او ټوکر کې رانغاړلو ته وايي. ځینو ترې مراد د نبوت جامه ګڼلې او ځینو ویلي: نبوت له ګوښه والي او انزوا سره اړخ نه لګوي. ځینو ویلي: نبوت له دمې سره اړخ نه لګوي او باید راپاڅې.

 * «ترتیل» رو، سم او بې بيړې قرآن لوستو ته وايي.

* حضرت علي کرم الله وجهه وویل: د قرآن کلیمې بشپړ څرګندوه، د شعر په څېر یې مه وایه، بېل بېل او خوروور یې مه[1]. په تلاوت یې خپل زړونه زاریو ته اړ کړئ او موخه مو د سورت پای ته رسول نه وي[2].

* امام صادق (رح) وویل: ترتیل هغه دی، چې د قرآن د تلاوت پرمهال د جنت آیتونو ته ورسېدئ، له الله (ج) جنت وغواړئ او د دوزخ آیتونو ته چې ورسېدئ، الله (ج) ته پناه یوسئ. او په یو بل روایت کې، ترتیل هغه دی، چې قرآن په ښکلي او زړه پوړې غږ وویل شي[3].

* په اطیب البیان تفسیر کې د مرحوم طیب د وینا له مخې، له «قول ثقیل» مراد د حضرت علي بن ابیطالب (ک) د خلافت او امامت اعلان دی، چې آنحضرت (ص) ته خورا سخته او درنه وه او مراد ترې قرآن نه دی؛ ځکه وايي: قرآن ولوله، چې په ګانده – راتلونکي کې «قول ثقیل» تر ګوتو کړې؛ نو قرآن تر «قول ثقیل » مخکې و.

* قرآن یو دروند کلام دی، چې که پر غره ورنازل شي؛ نو ټوټه ټوټه به یې کړي.

«لَوْ أَنْزَلْنا هذَا الْقُرْآنَ عَلی جَبَلٍ لَرَأَیْتَهُ خاشِعاً مُتَصَدِّعاً مِنْ خَشْیَهِ اللّهِ[4]»وحې تر لاسه کول او په ټولنه کې قرآن پلی کول هم خورا دروند چار دی «إِنّا سَنُلْقِی عَلَیْکَ قَوْلاً ثَقِیلاً»

*سره له دې چې موسی علیه السلام په طور غره کې له الله (ج) سره مناجاتو ته څلوېښت شواروزه واړول؛ خو الله (ج) یې یوازې د شپو یادونه کوي:«ثَلاثِینَ لَیْلَهً[5]» ښايي په دې پار وي، چې شپه له مناجات سره ډېر تړاو لري.

 

پېغامونه:

1-د اسلامي ټولنې مشر دې له خپلې دمې یو څه وخت ووهي. «یا أَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ اللَّیْلَ»

2- شپه عبادت ته غوره وخت دی. «قُمِ اللَّیْلَ»

3-د تهجدو پرلمانځه الهي ټینګار دی. «قُمِ اللَّیْلَ»

4-تهجد لمونځ پر پېغمبر اکرم (ص) واجب و. «قُمِ اللَّیْلَ» (لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې وايي: «فَتَهَجَّدْ بِهِ نافِلَهً لَکَ[6])

5-درنو دندو منلو ته روحي چمتوالی پکار دی.(( یا أَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ اللَّیْلَ … إِنّا سَنُلْقِی عَلَیْکَ قَوْلاً ثَقِیلاً))

6-دیني مشران دې هم د شپې د الله (ج) عبادت ته راپاڅي: قُمِ اللَّیْلَ …او هم د ورځې د خلکو راويښولو ته. «قُمْ فَأَنْذِرْ[7]»

7- د شپې په عبادت کې محدودیت نشته.(نیمه، درېیمه یا دوه په درېیو برخې د شپې) ( خلک عبادي چارو ته مه تنګوئ، ټولو خلکو او ټولو وختونو ته یوه نسخه نشو لیکلای او نه یو ډول درمل ورکولای شو.) ((نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ … أَوْ زِدْ عَلَیْهِ))

8-داچې له عبادته خوند واخلئ؛ نو د شپې یوه برخه ویده شئ«نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیلاً أَوْ زِدْ عَلَیْهِ»

9- روحي چمتو والي او انرژي لاس ته راوړو ته، په شپه کې قرآن ویل او لمونځ کول غوره وسیله ده.(( قُمِ اللَّیْلَ إِلاّ قَلِیلاً … وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلاً))

10- د قرآن تلاوت یو لړ آرونه لري او لومړی آر یې ترتیل دی. «وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلاً»

11- د قرآن د هرې برخې تلاوت یې بلې برخې ته سریزه ده.(( وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ … سَنُلْقِی عَلَیْکَ قَوْلاً ثَقِیلاً))

12- په مدیریت او منجمنټ کې شرایط تل یو شان مه ګڼئ، مشر دې له هماغه پیله د درنو چارو وړاندوینه وکړي. «سَنُلْقِی عَلَیْکَ قَوْلاً ثَقِیلاً»

 

إِنَّ ناشِئَهَ اللَّیْلِ هِیَ أَشَدُّ وَطْئاً وَ أَقْوَمُ قِیلاً«6» إِنَّ لَکَ فِی النَّهارِ سَبْحاً طَوِیلاً«7» وَ اذْکُرِ اسْمَ رَبِّکَ وَ تَبَتَّلْ إِلَیْهِ تَبْتِیلاً«8» رَبُّ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَکِیلاً«9»=په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړه او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى. [ځكه] د ورځې درته اوږده بوختیا وي. او د خپل پالونكي نامه دې يادوه او يوازې پر هغه زړه وتړه. (هغه) د ختيځ او لويديځ پالونكى دى،چې بې له ده بل معبود نشته؛ نو(خپل) كارساز يې ونيسه.

 

ټکي:

* له «ناشِئَهَ اللَّیْلِ» مراد « له خوبه راپاڅېدل » دي؛ لکه څنګه چې په یوه روایت کې له امام باقر او امام صادق څخه رانقل شوي دي: له «ناشِئَهَ اللَّیْلِ» څخه مراد د شپې لمانځه ته راپاڅېدل دي[8].

* «وَطْئاً» تر پښو لاندې ايښودل او پر یوه څیز ګام ايښودل دي او په دې آیت کې ترې مراد، د عبادت په لار کې ګام اخستل دي.امام صادق (رح) د «أَشَدُّ وَطْئاً» په تفسیر کې وویل: مراد له بسترې راپاڅېدل دي، په داسې حال کې چې بې له الله (ج) یې بله اراده نه وي کړې[9].

* «تَبَتَّلْ» له ځاني غوښتنو راشلېدو او الله (ج) ته پاملرنې ته وايي.

* امام باقر (رح) وویل: «تَبَتَّلْ» د لمانځه د تکبیر پرمهال د لاسونو پورته کولو ته وايي او‎ امام صادق (رح) وویل: «تَبَتَّلْ» الهي درشل ته د دعا پر مهال د خضوع او خشوع حالت دی[10].

 

تهجد لمونځ په روایاتو کې

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: غوره مو هغه دی،چې وینا یې نېکه وي، وږي ماړه کړي او هغه مهال چې خلک ویده دي، د شپې لمونځ وکړي[11].

آنحضرت (ص) درې ځل علي بن ابیطالب ته وویل: تهجد لمونځ درسره بویه.

«علیک بصلاه اللیل، علیک بصلاه اللیل،علیک بصلاه اللیل[12]))

امام صادق (رح) وویل: د مؤمن شرافت د تهجدو په لمانځه دی او په بل روایت کې یې وویل: د مؤمن ویاړ او ښکلا په تهجد لمانځه ده[13].

یو سړي حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل: زه د تهجد لمانځه له توفیقه بې برخې شوی یم! امام ورته وویل:«قَیَّدتک ذنوبک» گناهونو دې مخه نیولې ده[14].

الله (ج)، موسی علیه السلام ته خطاب وکړ: ای موسی، دروغ وايي هغه چې ګومان کوي، له ما سره مینه لري؛ خو چې شپه شي، له ما سره د خبرو پر ځای ویده وي[15].

رسول الله صلی الله علیه و آله وویل: دوه رکعته تهجد راته تر دنیا او هغه څه چې پکې دي، غوره دي[16].

په روایتونو کې تهجد لمونځ د رزق زیاتوونکی، د پور ادا کوونکی، غم لری کوونکی او د سترګو رڼا بلل شوی دی[17].

د روایتونو له مخې، تهجد لمونځ د ورځې د ګناهونو د بښل کېدو لامل دی[18].

همداراز، تهجد لمونځ د بدن د روغتیا او د الهي لورنې د لاس ته راوړو لامل دی[19].

الله (ج) په قرآن کې د ځینو کړنو ثواب ښوولی؛ خو د تهجد لمانځه په باب وايي: هېڅوک نه پوهېږي، چې الله (ج) ورته څه زېرمه کړي دي: «فلا تعلم نفس ما اخفی لهم…[20]»

 

پېغامونه:

1- په عبادت کې وخت مهم دی. «ناشِئَهَ اللَّیْلِ»

2- ځینې فیوضات او برکات له شپې سرچینه اخلي او پکې جرړه لري. «ناشِئَهَ اللَّیْلِ»

3-د شپې تورتم د بې ریا او له خضوع او خشوع سره عبادت ته لاراواری کوي. «ناشِئَهَ اللَّیْلِ»

4-تهجد لمونځ پر روح اوږدمهاله اغېز لري. «أَشَدُّ وَطْئاً»

5-تهجد لمونځ د مؤمن ګام کوټلی او ګروهه پیاوړوي. «أَشَدُّ وَطْئاً وَ أَقْوَمُ قِیلاً»

6- ان پېغمبر د الله (ج) یاد او ورسره مناجاتو ته اړ دی. «اذْکُرِ اسْمَ رَبِّکَ وَ تَبَتَّلْ إِلَیْهِ»

7- په ورځ کې بریا، په شپني مناجاتو کې د ځواک لاس ته راوړو ته اړمنه ده.((قُمِ اللَّیْلَ … إِنَّ لَکَ فِی النَّهارِ سَبْحاً طَوِیلاً))

8- د الهي ربوبیت غوښتنه ده چې تل یې یاد کړو. «وَ اذْکُرِ اسْمَ رَبِّکَ»

9- دین و دنیا یو له بله جلا نه دي، دنیا هڅه دې د الله (ج) له یاد سره وي. « سَبْحاً طَوِیلاً …. تَبَتَّلْ إِلَیْهِ تَبْتِیلاً »

10- کمالاتو ته په لاسرسي کې دې تر ټولو لوړه درجه په پام کې ونیول شي. «تَبَتَّلْ إِلَیْهِ تَبْتِیلاً»

11-شپنی عبادت او ورځينی ذکر، د الله (ج) لوري کېدو ته یوه سریزه ده. «تَبَتَّلْ إِلَیْهِ تَبْتِیلاً»

12-د ختیځ او لویدیځ په اړه د الله (ج) ربوبیت یې، پر ایکي یووالي دلیل او پرې د توکل لزوم دی. «رَبُّ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَکِیلاً»

 

وَ اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ اهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِیلاً«10» وَ ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ أُولِی النَّعْمَهِ وَ مَهِّلْهُمْ قَلِیلاً«11» إِنَّ لَدَیْنا أَنْکالاً وَ جَحِیماً«12» وَ طَعاماً ذا غُصَّهٍ وَ عَذاباً أَلِیماً«13» یَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَ الْجِبالُ وَ کانَتِ الْجِبالُ کَثِیباً مَهِیلاً«14»=او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې شه. او ما دروغ ګڼونکیو بډايانو ته ورپرېږده او لږ مهلت وركړه،چې له موږ سره درنې زولنې او د دوزخ (اور) دى. او په مرۍ كې نښتونكي خواړه او دردناك عذاب دى! پر هغه ورځ، چې ځمكه او غرونه وخوځي او غرونه د شګو د روانو ډېریو په څېر شي.

 

ټکي:

* «هَجْر»او«هجران» له بله بېلتون او ګوښېتوب دی، که په بدن وي یا زړه.

 * د نون په زېر « ِنعمت » د هغه څیز په مانا دی، چې الله (ج) انسان ته ورکړی او د نون په زور (فتح) سره « نَعمت» د خوندونو او مزوچړچو په مانا دی.

* «انکال» د « نِکل» جمع او د بېوسۍ په مانا دی او نکول کول؛ یعنې د پور له ورکړې او د کار له کولو بېوسېدل. هغه زولنۍ او زنځیر ته انکال وايي، چې انسان له حرکت بېوسوي.

* په روایتونو کې راغلي، چې غاښ خوږ، حضرت علي کرم الله وجهه بې دمه کړ؛ آنحضرت وویل: خدایه! دا دومره درد د یوې ټوټې هډوکی لپاره دی؛ نو د آخرت عذاب به څنګه وي؛ بیا یې دا آیتونه تلاوت کړل[21]: «إِنَّ لَدَیْنا أَنْکالاً وَ جَحِیماً وَ طَعاماً ذا غُصَّهٍ وَ عَذاباً أَلِیماً»

* «کثیب» د شګو ډېرۍ او«مهیل» د شګو روانو ډېرۍ ته وايي.

*له مخالفانو مخ اړونه او ګوښیتوب، د موخې دایمي پرېښوونه او ترې لاس په سرېدل نه؛ بلکې د تبلیغ په پړاوونو کې یو ډول لنډمهاله کړنلار، تکتیک او روش دی؛ لکه چې په نساء سورت کې لولو: «فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَ عِظْهُمْ[22]»

* شونې ده په دې آیت ګواښنه، له مؤمنانو سره د مشرکانو په جګړه کې ماتې او یا په آخرت کې الهي عذاب وي. «ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ»

 

 

 

پېغامونه:

1-د الله (ج) یاد، له نورو پرېکون او پر الله توکل، د ناوړه پېښو پر وړاندې د زغم او صبر لاره چاره او زمینه ده.(( وَ اذْکُرِ … وَ تَبَتَّلْ … فَاتَّخِذْهُ وَکِیلاً وَ اصْبِرْ))

2- صبر او پراخه سینه، د مشرۍ مهم شرایط دي. «وَ اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»

3-مشر دې هر ډول پېغور او ناروا تورونو ته پر تمه وي. «وَ اصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»

4-کله پکار وي، چې د اسلامي ټولنې مشر  له ځینو وګړيو مخ واړوي.(( وَ اهْجُرْهُمْ …))

5- لومړی باید صبر وکړو، بیا ترې مخ واړوو، صبر پر بېلتون لومړی دی. (( وَ اصْبِرْ …و اهجر))

6-هغه چې الله (ج) خپل وکیل وټاکه، په اسانه له نورو مخ اړولای شي.(( فَاتَّخِذْهُ وَکِیلاً … وَ اهْجُرْهُمْ …))

7-له مخالفانو مخ اړول دې په خورا ښکلې بڼه او د اسلامي ټولنې د شان له مخې وي. «هَجْراً جَمِیلاً»

8-هغه چې الله (ج) یې خپل وکیل کړ؛ نو اوتې بوتې ویونکي دې الله (ج) ته ورپرېږدي. ((فَاتَّخِذْهُ وَکِیلاً … وَ اهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِیلاً وَ ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ))

9-الله (ج) خپل استازي ته د دښمن د اوتو بوتو پر وړاندې تسل او ډاډ ورکوي.((«ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ»

10-بې دریغه الهي ملاتړ انسان صبر ته اړ باسي او تسل یې دی.(( وَ اصْبِرْ … ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ))

11- معمولاً دروغجنوونکي، چړچه مار، بنډاري او عیاش شتمن وګړي ول. «وَ الْمُکَذِّبِینَ أُولِی النَّعْمَهِ»

12-که مو له شتمنو او زورواکو سره د مقابلې وس نه درلود؛ نو مه خپه کېږئ، الله (ج) خو یې لري. «ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ أُولِی النَّعْمَهِ»

13-مخالفانو ته مهلت ورکول الهي دود دی. «مَهِّلْهُمْ»

14-د حق دروغجنولو او مزوچړچو وخت ډېر اوږد نه وي او په دنیا کې فرصت ډېر لږ دی. «مَهِّلْهُمْ قَلِیلاً»

15- که الله (ج) چړچه مارو کافرانو ته مهلت ورکوي؛ نو مانا یې دا نه ده، چې ترې خوښ دی؛ بلکې په قیامت کې به ورسره ګوري.(( مَهِّلْهُمْ … إِنَّ لَدَیْنا أَنْکالاً وَ جَحِیماً))

16- کافران دې په لنډمهاله خوندونو نه غره کېږي؛ ځکه د اور له سکروټو زولنۍ او زنځیرونه او هغه خواړه ورته پر تمه دي، چې له ستوني به یې نه تېرېږي. (( أُولِی النَّعْمَهِ … أَنْکالاً وَ جَحِیماً … ذا غُصَّهٍ))

17- د دنیا د حرامو خوړو خوند، د آخرت تراخه خواړه دي. « طَعاماً ذا غُصَّهٍ وَ عَذاباً أَلِیماً »

18-د دنیا هوساینه په دردوونکي عذاب بدلول، هغه الله ته اسان دي، چې غر خاورې او پر شګه اړوي. (( أُولِی النَّعْمَهِ … طَعاماً ذا غُصَّهٍ … کانَتِ الْجِبالُ کَثِیباً مَهِیلاً))

19-په روانو شګو د غرونو بدلېدل، د قیامت ورځې د زلزلې سختوالی او ستروالی راښيي. «تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَ الْجِبالُ وَ کانَتِ الْجِبالُ کَثِیباً مَهِیلاً»

 

إِنّا أَرْسَلْنا إِلَیْکُمْ رَسُولاً شاهِداً عَلَیْکُمْ کَما أَرْسَلْنا إِلی فِرْعَوْنَ رَسُولاً«15» فَعَصی فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْناهُ أَخْذاً وَبِیلاً«16»=په رښتینه كې موږ استازى درلېږلى، چې پر تاسې شاهد دى؛ لكه چې فرعون ته موږ (هم) استازى ورلېږلى و؛ نو فرعون له استازي سرغړونه وکړه؛ نو ډېر سخت مو راګېر کړ.

 

ټکي:

* «وبیل» د سخت، وخیم او دروند په مانا دی.

* شهادت او گواهي په دې مانا دي، چې انسان په خپلو حواسو یو څیز واوري او یا یې وګوري او د قرآن کریم د آیتونو له مخې، پېغمبر اکرم او معصوم اولیاء علیهم السلام زموږ پر ټولو کړنو شاهدان دي.

* په دې آیتونو کې د «رسول» کلیمې تکرار، څرګندوي چې له انبیاوو سره مخالفت یې د رسالت مقام په پار دی؛ لکه څنګه چې د «فِرْعَوْنُ» کلیمې تکرار پردې ټینګار دی، چې د الهي پرغز – قهر پر وړاندې تر ټولو ستر ځواکونه هم د دفاع وس نه لري.

* د قرآن په دوو نورو آیتونو کې هم پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ته د شاهد نامه اخستل شوې ده[23].

* ټول پېغمبران د خپل ټبر پر لوري مبعوث شوي وو، بې له حضرت موسی، چې له هماغه پيله دنده ورکړه شوه، چې د فرعون دربار ته ورشي او را و دې یې بلي. هو! هغه ټولنه چې د یوه ظالم تر واکمنۍ لاندې وي، له طاغوت سره مبارزه، د مبارزو په سر کې راځي. «أَرْسَلْنا إِلی فِرْعَوْنَ»

 

پېغامونه:

1- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله پر خپل امت ګواه دی او بشپړه څارنه پرې لري. «رَسُولاً شاهِداً عَلَیْکُمْ»

2- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په دنیا کې پر کړنو شاهد دی او په آخرت کې به شهادت ورکوي. «شاهِداً عَلَیْکُمْ». «جِئْنا بِکَ عَلی هؤُلاءِ شَهِیداً[24]))

3- رسالت ترسره کول، له څارنې سره یو ځای دی. «رَسُولاً شاهِداً»

4- په ټولو وختونو کې د انبیاوو د بعثت فلسفه یوه ده.(( أَرْسَلْنا إِلَیْکُمْ … کَما أَرْسَلْنا إِلی فِرْعَوْنَ))

5- تاریخ د عبرت هینداره ده، عبرت ترې واخلئ.(( کَما أَرْسَلْنا إِلی فِرْعَوْنَ رَسُولاً فَعَصی … فَأَخَذْناهُ))

6- له منکراتو سره په مبارزه کې سرچینه راپیدا او وچه یې کړئ. «أَرْسَلْنا إِلی فِرْعَوْنَ»

7-د هغو عملي ژمنو بېلګه خلکو ته وروړاندې کړئ، چې له خلکو سره یې کوئ (الله چې شتمن کافر ګواښي؛ نو بېلګې ته فرغون وروړاندې کوي) ((ذَرْنِی وَ الْمُکَذِّبِینَ أُولِی النَّعْمَهِ … فَعَصی فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْناهُ أَخْذاً وَبِیلاً))

8-د الله (ج) له حکمه د سرغړونې پایله کړاو دی. «فَعَصی فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْناهُ أَخْذاً وَبِیلاً»

 

فَکَیْفَ تَتَّقُونَ إِنْ کَفَرْتُمْ یَوْماً یَجْعَلُ الْوِلْدانَ شِیباً«17» اَلسَّماءُ مُنْفَطِرٌ بِهِ کانَ وَعْدُهُ مَفْعُولاً«18» إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً«19»=نو كه و يې نه منئ؛ څرنګه به [خپل ځانونه] د هغې ورځې له [عذابه] وساتئ،چې [سختي يې] کوچنيان بوډاگانوي. ( داسې ورځ،چې) اسمان يې له (هیبته) چوي، ژمنه یې ترسره كېدونې ده. په حقيقت كې دا (آيتونه) نصيحت دی؛ نو د چا چې خوښه وي، د خپل پالونكي پلو ته دې لار غوره کړي.

 

ټکي:

*« ِولدان » د «ولید» جمع او د نوزېږي په مانا دی او «شیب» د «اشیب» جمع ده، بوډا او سپین ږيري ته ویل کېږي، چې دوه ډوله یې مانا کولای شو:

الف. د قیامت ورځې سختي دومره ده، چې نوزېږي بوډاګانوي.

ب. هغه ورځ دومره اوږده ده، چې نوزېږي پکې بوډاتوب ته رسي.

 * په (( إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ …)) کې د «هذِهِ» کلیمه کولای شي، هغه تهجد وي، چې د سورت په پیل کې راغلي؛ لکه څنګه چې د دهر/انسان سورت په ۲۹ آیت کې د سجدې او اوږدې شپنۍ تسبیح تر حکم روسته وايي: «إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً= په حقيقت كې دا يو پند دى؛ نو څوك چې غواړي (له ده نه په ګټنې) د خپل پالونكي پر لور لار خپلولای شي. » یعنې په پخه شپه کې عبادت د الله (ج) لار ده، د چا چې خوښه وي، کړای یې شي.

 

پېغامونه:

۱-کفار په قیامت کې له دوزخه د تېښتې لار نلري. «فَکَیْفَ تَتَّقُونَ إِنْ کَفَرْتُمْ»

2- زورواکي په دنیا کې پر سخت الهي عذاب اخته شول او له ځانه یې دفاع ونشوه کړای، د آخرت عذاب خو لا پر خپل ځای دی! «فَکَیْفَ تَتَّقُونَ»

3-خپګانونه، کړاوونه، ناکامۍ او ستونزې د ژر بوډاتوب او د سر او څېرې د وېښتانو د سپنېدو لاملېږي. «یَوْماً یَجْعَلُ الْوِلْدانَ شِیباً»

4- د قیامت خطرونه هم پر انسان اغېزمن دي: «یَجْعَلُ الْوِلْدانَ شِیباً» او هم پر آسمانونو. «السَّماءُ مُنْفَطِرٌ بِهِ»

5-انسان، آزاد پنځول شوی دی. فَمَنْ شاءَ …

6-د قیامت پر خطرونو پوهېدل د تذکر لامل دی. «إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ»

7-د الهي ربوبیت غوښتنه ده، چې د هغه لار وټاکو. «اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً»

 

إِنَّ رَبَّکَ یَعْلَمُ أَنَّکَ تَقُومُ أَدْنی مِنْ ثُلُثَیِ اللَّیْلِ وَ نِصْفَهُ وَ ثُلُثَهُ وَ طائِفَهٌ مِنَ الَّذِینَ مَعَکَ وَ اللّهُ یُقَدِّرُ اللَّیْلَ وَ النَّهارَ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتابَ عَلَیْکُمْ فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَنْ سَیَکُونُ مِنْکُمْ مَرْضی وَ آخَرُونَ یَضْرِبُونَ فِی الْأَرْضِ یَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ آخَرُونَ یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ مِنْهُ وَ أَقِیمُوا الصَّلاهَ وَ آتُوا الزَّکاهَ وَ أَقْرِضُوا اللّهَ قَرْضاً حَسَناً وَ ما تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِکُمْ مِنْ خَیْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللّهِ هُوَ خَیْراً وَ أَعْظَمَ أَجْراً وَ اسْتَغْفِرُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ«20»=  په رښتینه كې پالونكى دې پوهېږي، چې په رښتيا ته د شپې نژدې دوې برخې يا يې نيمايي يا يې له درېیو برخو په يوه برخه کې [لمانځه ته] پاڅې او له ملګرو دې يوه ډله هم (دغسې کوي) او الله دى،چې شپه و ورځ شمېري او هغه پوه دی،چې تاسې (عبادت ته) په (ځير) وخت شمېرلای نشئ؛ نو درتېر شو؛ نو له قرآنه چې څومره درته (شوني او) اسان وي، هرومرو ولولئ . (هغه) پوهېږي، چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر وځي او الهي فضل (او روزي) به ترلاسه كوي او بله (ډله) به د الله په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛ نو څومره، چې درته (شوني او) اسان وي، هماغومره ترې لولئ. لمونځ وكړئ، زكات وركړئ او الله ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ [= په لار كې یې لګښت وكړئ] او (پوه شئ)،هره نېكي، چې له مخكې خپلو ځانونو ته لېږئ (؛نو) له الله سره به يې ډېره غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له الله بښنه وغواړئ [؛ځكه] چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى. 

 

ټکي:

* دا آیت وايي: د تهجدو، قرآن تلاوت او د بېوزلیو د لاسنیوي په څېر په نېکچاریو مه غره کېږئ، بیا هم استغفار ته اړ یاست.

* دا آیت د اسلام جامعیت په دې چارو کې  ښکاره کوي: له شپنۍ ژړا تر ورځېني جهاده، له الله (ج) سره له اړیکې د بېوزلیو تر لاسنیوی، د قرآت له تلاوته تر سوداګریزو سفرونو او له استغفار سره نېکچاري.

* په تېرو آیتونو کې یې وویل: نیمه، درېیمه او په درېیو کې دوه برخې د شپې عبادت ته راپاڅئ. دا آیت وايي: داچې د دومره وخت  شمېرانه – محاسبه ستونزمنه ده او کولای یې نشئ؛ نو الله (ج) دروبښه او تردې روسته، څومره چې مو له لاسه کېږي، عبادت ته راپاڅئ، لمونځ وکړئ او قرآن ولولئ؛ په تېره هغه مهال چې رنځور یاست او یا په سفر وتلي یاست.

* امام رضا (رح) د«فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ» آیت په تفسیر کې له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم نه رانقل کړي، چې آنحضرت وویل:څومره چې په زړه کې خشوع او مینه لرئ، قرآن ولولئ[25].

*په دې آیت کې د سوداګرۍ په موخه سفر د جهاد ترڅنګ راغلی دی، سره له دې چې ړومبی یې دنیوي چار او دویمی یې اخروي چاردی. د روایتونو له مخې، که سوداګر په خپلو چارو کې الله (ج) په پام کې ونیسي، لږپلوري، ګرانپلوري، احتکار او دوکه و نه کړي او د خلکو معیشت تامین کړي؛ نو د هغه مجاهد په څېر دی، چې ډګر ته یې په دې پار وردانګلي، چې دښمن له منځه یوسي او د ټولنې امنیت تامین کړي[26].

*که څه د قرآن تلاوت واجب نه دی؛ خو ډېره سپارښتنه یې شوې ده؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې پرې ټینګار شوی دی.((فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ … فَاقْرَؤُا …))

*د اسلام احکام د انسان له وس او شونتیاوو سره همغږي دي او هېڅکله پکې سختي نشته؛ لکه څنګه چې رنځور ته یې د اودس پر ځای تیمم ویلی، په هر حال کې لمونځ کولای شي، روژه پرې نشته او پر ځای یې کفاره ده. اوس به ځینو هغو آیتونو ته اشاره وکړو، چې د الهي احکامو دا ځانګړنې لري:

«عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتابَ عَلَیْکُمْ» الله پوه شو، چې تاسې یې د حسابولو وس نلرئ، نو در و یې بښل.

 «فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ» د وسې هومره مو قرآن وویاست.

«الْآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنْکُمْ[27]=»اوس یې تخفیف درکړ.

«أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ[28]=» چې څومره مو وس وي، دښمن ته چمتو شئ.

 «لِلّهِ عَلَی النّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطاعَ[29]=» څوک چې وس لري؛ نو حج دې وکړي.

«لا یُکَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاّ وُسْعَها[30]=» الله پاک، انسان تر خپلې وسې پړ بولي.

 «لا یُکَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاّ ما آتاها[31]=» الله پاک انسان ته چې څه ورکړي، هومره یې مکلف بولي.

«فَمَنْ کانَ مِنْکُمْ مَرِیضاً أَوْ عَلی سَفَرٍ فَعِدَّهٌ مِنْ أَیّامٍ أُخَرَ[32]=» که څوک ناروغ یا پر سفر وي، د رمضان روژه دې نه نیسي او بل وخت دې یې ونیسي.

 «و فَلَمْ تَجِدُوا ماءً فَتَیَمَّمُوا[33]=» که اوبه مو و نه موندې، تیمم وکړئ،

«یُرِیدُ اللّهُ بِکُمُ الْیُسْرَ[34]=» الله اساني درته غوښتنې

 «لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی حَرَجٌ وَ لا عَلَی الْمَرِیضِ[35]=» پر ړوند او ناروغ د جهاد په ډګر د شتون مکلفیت نشته.

پېغامونه:

1-د بندګانو پر حالاتو د الله (ج) پوهه نېکچاریو ته غوره انګېزه ده. «إِنَّ رَبَّکَ یَعْلَمُ أَنَّکَ تَقُومُ»

2-د شپني عبادتونو یو برکت دادی، چې یوازې الله (ج) ترې خبر دی او له هر ډول ریا لرې چار دی. «إِنَّ رَبَّکَ یَعْلَمُ»

3- پېغمبراکرم د الله (ج) پر حکم عمل کوي، په تېرو آیتونو کې مو ولوستل: ((قُمِ اللَّیْلَ … نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ … أَوْ زِدْ …)) او په دې آیت کې وايي: ((تَقُومُ أَدْنی مِنْ ثُلُثَیِ اللَّیْلِ وَ نِصْفَهُ وَ ثُلُثَهُ))

4-الله (ج) د شپني عبادتونه په څومره والي کې انسان ازاد پرېښی، چې ډېری وګړي یې توفیق تر ګوتو کړي او هرڅوک ترې تر خپلې وسې برخمن شي. «ثُلُثَیِ اللَّیْلِ وَ نِصْفَهُ وَ ثُلُثَهُ»

5-ګهیځ پاڅېدنه د پېغمبراکرم د یوې ډلې اصحابو کرامو سیره وه. «طائِفَهٌ مِنَ الَّذِینَ مَعَکَ»

6-شپنیو ناستو ته تر ټولو غوره چار، لمونځ او د قرآن تلاوت دی. ((تَقُومُ فَاقْرَؤُا …))

7- الهي احکام اسان دي او انسان نه کړوي. «فَاقْرَؤُا ما تَیَسَّرَ»

8-له قرآن سره اړیکه او تلاوت یې په هر حال کې په کار دی، ان په رنځورۍ، سفر او جهاد کې. ((مَرْضی – یَضْرِبُونَ فِی الْأَرْضِ ، یُقاتِلُونَ … فَاقْرَؤُا)) ( که په داسې ستونزمنو شرایطو کې د قرآن تلاوت په کار وي؛ نو په عادي وخت کې خو باید په ښه توګه یو هرومرو کېدونی چار وي.)

9- حلال مال ګټل یو الهي فضل دی. «یَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

10-د ژوند شونتیاوې، الهي درښتن – فضل او پېرزو ده، که څه د انسان په هڅه لاس ته راشي. «یَضْرِبُونَ فِی الْأَرْضِ یَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

11-د جهادي سفرونو ترڅنګ د وټیزو او سوداګریزو سفرونو راوړل، په اسلام کې د سوداګرۍ ارزښت راښيي. «آخَرُونَ یَضْرِبُونَ فِی الْأَرْضِ یَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ آخَرُونَ یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ»

12- پور ورکول دې په ښه توګه وي.(ژر، په خلوص او بې منته دې ورکړ شي) «قَرْضاً حَسَناً»

13-عبادت ته شپه ویښ پاتېدل، د قرآن تلاوت، لمونځ کول، زکات ورکول او پور ورکول د نېکو چارو بېلګي دي.(( ما تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِکُمْ مِنْ خَیْرٍ …))

14- تر مړینې مخکې مو، ښې چارې ځان ته زېرمې کړئ، یا پخپل لاس او په وصیت کولو. «تُقَدِّمُوا»

15-نېکچاري د آخرت زېرمه ده. «وَ ما تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِکُمْ مِنْ خَیْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللّهِ»

16-ښې چارې له الله (ج) سره خوندي دي او نه ورکېږي. «تَجِدُوهُ عِنْدَ اللّهِ»

17-الهي ثوابونه له هر پلوه څوګرایه دي. «هُوَ خَیْراً وَ أَعْظَمَ أَجْراً»

18- هېڅوک دې ځان له نیمګړتیاوو، قصور او تقصیر لرې نه ګڼي؛ ځکه د ټولو احکامو په کولو سره سره بیا هم استغفار ته اړمن یو. «وَ اسْتَغْفِرُوا اللّهَ»

19-الله (ج) د استغفارګرو بښنه تضمین کړې ده.(( وَ اسْتَغْفِرُوا اللّهَ … غَفُورٌ رَحِیمٌ))

20- د الله (ج) بښنه یې له لورنې سره وي. «غَفُورٌ رَحِیمٌ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

 

[1] .ژباړن: ددې روایت منځپانګه د رمضان میاشت په تراویح لمونځونو کې د قرآن عظیم الشان له ختم سره په ټکر کې ده. پام به مو وي، چې هلته موخه یوازې د قرآن ختم وي (درې ورځنی، لس ورځنی او یو میاشتنی) او قرآن پکې ددې روایت له مخې نه تلاوتېږي.

[2] – کافي،ج 2 ص 614.

[3] – تفسیر نورالثقلین.

[4] – حشر،21.

[5] – .اعراف،142.

[6] – اسراء،82

[7] – مدّثر،2.

[8] – تفسیر مجمع البیان.

[9] – کافي،ج 3،ص 446.

[10] – تفسیر نورالثقلین.

[11] – بحارالانوار،ج 87،ص 142.

[12] – .وسائل ،ج5،ص268.

[13] – بحارالانوار،ج 87،ص 140.

[14] – بحارالانوار،ج80،ص128.

[15] – اعلام الدین دیلمی،ص 263.

[16] – علل الشرایع،ص 363.

[17] – سفینه البحار،ج2،ص46.

[18] – فروع کافي،ج3،ص366

[19] – بحار ج84،ص144.

[20] – سجده،17.

[21] – تفسیر کنزالدقائق.

[22] – .نساء،63.

[23] – احزاب،45 و فتح،8.

[24] – نساء،41.

[25] – .تفسیر مجمع البیان.

[26] – تفسیر درّالمنثور.

[27] – انفال،66.

[28] – انفال،60.

[29] – آل عمران،97

[30] – بقره،286.

[31] -طلاق،7.

[32] -بقره،184.

[33] – نساء،43.

[34] – بقره،185.

[35] – فتح،17.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!