معراج معراج د قرآن، احاديثو او تاريخ په رڼا كې: د شپې تپه تياره وه،پر نړۍ چوپه چوپتيا خپره وه،د مخلوقاتو د خوب او استراحت وخت و،چې د ټاكلي وخت لپاره له طبيعته سترګې پټې كړي چې سبا ته دمه وي، پېغمبر اکرم هم د طبيعت له دې قانونه مستثنى نه و. هغه غوښتل،چې د […]
معراج
معراج د قرآن، احاديثو او تاريخ په رڼا كې:
د شپې تپه تياره وه،پر نړۍ چوپه چوپتيا خپره وه،د مخلوقاتو د خوب او استراحت وخت و،چې د ټاكلي وخت لپاره له طبيعته سترګې پټې كړي چې سبا ته دمه وي، پېغمبر اکرم هم د طبيعت له دې قانونه مستثنى نه و. هغه غوښتل،چې د خپلو فرايضو تر ادايېنې وروسته استراحت وكړي،چې ناڅاپه يې پر غوږو خوږ او اشنا غږ ولګېد؛دا د حضرت جبرائيل (د وحې د امين) غږ و،چې ورته يې وويل:((نن شپه درته اوږد سفر در پر غاړه دى او زه هم درسره ملګرى يم.))
د اسلام پېغمبر دا ستر سفر د خپلې خور ” ام هاني” له كوره پېل كړ او د “بيت المقدس” پر لور،چې “مسجد الاقصى”، هم ورته وايي روان شو،څو شېبې هلته پاتې شو او د جومات بېلابېل ځايونه يې وكتل. د حضرت “عيسى” عليه السلام د زوكړې ځاى، “بيت ال حم” اود بېلابېلو انبياوو ځايونه يې وكتل او په ځينو ځايو كې يې دوه ركعته لمونځ هم وكړ او بيا له هماغه ځايه د اسمان پر لور والوت. ستوري او د نړۍ نظام يې له بره وكوت او د پېغمبرانو له ارواحو او اسماني پرېښتو سره يې خبرې وكړې او د رحمت (جنت) او عذاب (دوزخ) مركزونه يې هم وکتل.
د جنتيانو درجې او د دوزخيانو اشباح يې له نږدې وكتل او ځان يې د هستۍ پر رموزو،د پيداېښت په پراختيا او د خداى په بې پايه قدرت پوه كړ او همداسې مخكې ولاړ،چې “سدرة المنتهى” ته ورسېد،چې هماغلته يې کړلار پاى ته ورسېده او وګومارل شو، چې پر راغلې لارې، بېرته ستون شي. (136)*
د ” سدره المنتهى” پر ټكي د پوهېدو لپاره تفسيرونه لوستاى شى.
په راستنېدو كې په “بيت المقدس” كې راكوز شو او د مكې پر لور را روان شو.
په لار كې يې د قريشو سوداګريز كاروان وليد،چې اوښ يې ورك كړى و او ورپسې ګرځېدل او ويل كېږي،چې پېغمبر اکرم د كاروان د اوښې اوبه وڅښلې او د مكې پر لور روان شو او له سبا كېدو مخکې د “ام هاني” كور ته راورسېد او په لومړي ځل يې خپل راز “ام هاني” ته ووايه او د هماغې شپې پر سبا يې له دې رازه د قرېشو په غونډه كې پرده پورته كړه.
قريشو ته د “معراج” کيسه د منلو وړ نه وه او هغوى ته ناشونې چار ښكارېده.دا کيسه په ټولو غونډو كې خپره شوه،چې د قرېشو د مشرانو خوبونه يې نور هم وتښتول .
قريشو د خپل پخواني عادت له مخې،پر پېغمبر اکرم د دروغجن تور ولګاوه او ويې ويل:((په مكه كې داسې كسان شته، چې وايي “بيت المقدس” يې ليدلى؛نو كه رښتيا وايي؛نو د “بيت المقدس” دېوالونه څرنګه وو؟))
پېغمبر اکرم نه يوازې د “بيت المقدس” د دېوالونو په باب معلومات وركړل؛ بلكې څه، چې يې د مكې او “بيت المقدس” په لار كې ليدلي وو،ورته وويل: ((په لار كې مې د پلاني ټبر تجارتي كاروان وکوت،چې خپل اوښ يې ورك كړى و، د هغوى په سامان كې څه اوبه هم وې، چې ما ترې وڅښلې.))
قرېشو ورته وويل:(( د قرېشو د كاروان په باب راته ووايه.))
پېغمبر اکرم وويل:((هغوى مې په “تنعيم” كې وكتل، چې خړ اوښ ترې مخكې روان و،چې كجاوه يې پر اېښې وه،چې اوس به مكې ته راورسېږي.))
“قرېش” د پېغمبر اکرم په دې پرېکنده خبرو سخت غوسه شول او و يې ويل: ((اوس به معلومه شي،چې هغه دروغ وايي او كه رښتيا )) ؛ خو ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې كاروان مكې ته راننووت او “ابوسفيان” او نورو مسافرو د پېغمبر اکرم خبرې تصديق كړې.
۱۳۶ – مجمع البیان، سورة الاسراء ۳/ ۳۹۵