بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه میلاد النبي حمزه بابا پردې د زړه د ساز چې په پنجه د یزدان راغلې سندرې د ځوانیو د فطرت په زبان راغلې وریځې د انوارو د مکې په اسمان راغلې جلوې د رحمتونو د جړیو په شان راغلې پونه ترې د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
میلاد النبي
حمزه بابا
پردې د زړه د ساز چې په پنجه د یزدان راغلې
سندرې د ځوانیو د فطرت په زبان راغلې
وریځې د انوارو د مکې په اسمان راغلې
جلوې د رحمتونو د جړیو په شان راغلې
پونه ترې د تسنیم او د کوثر په وریده شوه
فضا، د جنتونو د منظر په ورېده شو
نېکې لکه د پېغلې ګلورینه خندا وکړه
احساس د زلمیتوب سرجبینه خندا وکړه
سختۍ د تورو زړونو مرمرینه خندا اوکړه
لبانو غریو نیولو بخملینه خندا اوکړه
شرابو د بدۍ لره نمک د توبې راغې
نشې د سرکشۍ دپاره څک د توبې راغې
نغمې د جنتونو د فانې دنیا په ساز شوې
جاري د حقیقت ټپې په ژبه د مجاز شوې
د مینې سترګې تورې په رنجو د امتیاز شوې
ساده ساده خبرې به بها کې لکه راز شوې
نیسان و، یو چې دُر د اطمینان په وریده شو
هر شی ورته صدف غوندی په ښکته وازه خوله شو
و شمعو ته یې راغلل چې کافور وو له وحدته
زړه روڼ د بیت الله شو د جشو له دهشته
د وحی ابابیل ګلونه راوړل له جنته
فضا د زړونو ډکه شوه د مینی له نکهته
سنګین زړونه راتنګ شول د بوتانو په حرم کې
کړه وړه د تصویرونو د حیرت نه شول په دم کې
سجدې شولې راجمع په تندو کې په خندا شوې
چې سترګې د جلوو په تماشه شوې تماشا وې
نیولی تمنا د عشق سلګیو وې پخلا شوې
د ډېرې مودې ورکې تسلۍ بېرته پیدا شوې
ثنا حجر اسود د تورو زړونو په شکست کړه
وعده یې اوچو شونډو ته وریاده د الست کړه
وریځ د نور شوه ښکته د هاشم په کور شوه پنډه
ردا وه جوړ د حق په څېره حق کړله بربنډه
ندا شوه ترې بهر پکې یو برق چې اوکړه منډه
اوس شي له دې کوره د دنیا د امن غونډه
اوتر شو د کسری د هوش ماڼۍ په زلزله شوه
په زړه کې د قیصر د ویرې جوړه سلسله شوه
پیدا شو هغه کس چې مدعا د پیدایښت وه
ظاهر یې هغه ذات کړ چې منشاء د پیدایښت وه
مسکی شو ورکوونکی چې ژړا د پیدایښت وه
چې نمر د هدایت و او رڼا د پیدایښت وه
خواره د پلوشو ورځنې غشي هر طرف شول
لینده د رسالت راښکه شوه زړونه یې هدف شول
بدي لکه د خوب د مالګجنو سترګو لاړه
نیکي شوله راویښه په خندا شوه راولاړه
ګلونه د توحید شو راڅرګند د شرک په شاړه
سپرلی د سړیتوب شو ارمانونو ته تر غاړه
فطرت لکه بلبل د پاک احد په ثنا سر شو
هر ګل د بوی په ژبه د احمد په ثنا سر شو
هستۍ چې په نېستۍ کې د هستۍ و خوب لیدلی
تعبیر یې بلندي شوه چي پستي و خوب لیدلی
هستۍ بې محمده د نېسۍ وه خوب لیدلی
دنیا شوه سیه مسته چۍ مستۍ وه خوب لیدلی
احساس لره رڼا د عقل راغله منور شو
مکه د مزکې زړه وه، مدینه د مزکې سر شو
کر ګډ شو د نېکۍ همه کاږه لیکونه سم شول
يو ژغ ته د فطرت همه سرکښ څټونه خم شول
په سپاره د توحید د جهالت خټکي درهم شول
په وتره د الهام بیابانونه هم اِرم شول
حاصل د معرفت شو د دنیا له بوټې بوټي
تالا کړل د تهذیب ګلونه خلق موټي موټي
سلام په هغه ذات شه چې محبوب د کبریا ی
درود په هغه پاک دی وي بابا چې د زهرا دی
صلوة په هغه نور شه چې اخي د مرتضی دی
سلام دې په هغه وي چې نیکه د مجتبی دی
سلام شه پرې پیدا چې چرته کفر کربلا کا
حضرت ورته لمسی د امام حسین غوندې پیدا کا
-
ټیګونه:
- حمزه بابا او میلاد النبي