بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر نازعات سورت تفسیر نازعات سورت نازعات سورت شپږڅلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې د ساه اخستونکیو پرښتو په مانا ده. د نورو مکي سورتونو او نباء سورت په څېر، چې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
نور تفسیر
نازعات سورت تفسیر
نازعات سورت
نازعات سورت شپږڅلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې د ساه اخستونکیو پرښتو په مانا ده.
د نورو مکي سورتونو او نباء سورت په څېر، چې مخکې ترې راغلی، چورلیځ یې قیامت او معاد دی.
داچې د مؤمنانو او کافرانو ساه اخستل او د ټولو بندګانو د چارو سمبالول د پرښتو پر غاړه دي، دا سورت د بېلابېلو پرښتو پر قسم پېلېږي.
د حضرت موسی او د فرعون د کیسې یوه ګوټ ته اشاره، چې فرعون د حق پر وړاندې سرغړونه وکړه او پر الهي عذاب اخته شو، دې ټولیز آر ته اشاره ده، چې سرغړونه او دنیاپالي انسان دوزخي کوي؛ خو د ځاني غوښتنو پر وړاندې مبارزه او له الله (ج) حیا کول، انسان جنت او نېکمرغۍ ته ورسیخوي.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
وَ النّازِعاتِ غَرْقاً«1» وَ النّاشِطاتِ نَشْطاً«2» وَ السّابِحاتِ سَبْحاً«3» فَالسّابِقاتِ سَبْقاً«4» فَالْمُدَبِّراتِ أَمْراً«5»=قسم پر هغو پرښتو، چې (د کافرانو) ساه په ډېرې سختۍ باسي! او پر هغو پرښتو، چې (د مؤمنانو ساه) په اسانۍ باسي! او قسم پر هغو پرښتو، چې (د الهي فرمان په پلي کولو كې) ګړندۍ خوځي! نو يوه له بلې مخكې كېږي، او هغوى چې چارې سنبالوي،
ټکي:
* «نزع» په رانړولو او راکاږولو، جلا کولو ته وايي.«غرق» او«اغراق» د شدت مانا ورکوي. «نشط»غوټې پرانستو ته وايي او نشاط؛ یعنې دا چې روحي غوټي پرانستل شي. د هغو انسانانو پرخلاف چې لمونځ یې له ناغېړۍ او انفاق یې له ناخوښۍ او کراهت سره دی،الهي پرښتې د خپلو دندو په ترسره کولو کې نشاط لري.«ناشط» هغه ته وايي، چې یو کار په لېوالتیا کوي، همداراز دا کلیمه هغه چا ته ویل کېږي، چې له څاه سطل راباسي، ته وا پرښتې د مؤمنانو ساه راباسي[1].
* «نازعات»او«ناشطات»په واقع کې د پرښتو یو توکم/ طایفې ته وايي او داچې د «طائفه» کلیمه مؤنث ده، دا ځانګړنه هم مؤنث راغلې ده.
* «سابحات» له «سبح» اخستل شوې او په اوبو یا هوا کې په ځغاسته تګ ته وايي. دې چار ته اشاره ده، چې پرښتې، د الهي ماموریتونو سر ته رسولو ته چټکې دي.
* د حضرت علي کرم الله وجهه د وینا له مخې، پرښتې په خورا آرامۍ او ملګرتیا د مؤمنینو ساه اخلي.«یقبضون ارواح المومنین یسئلونها سلا رفیقا[2]))
*پر پرښتو د الله (ج) سوګند، هم په هستۍ نظام کې د پرښتو د اهمیت او ځګي نښه او هم د هغه چار د ارزښت نښه ده، چې سوګند پرې یاد شوی دی.
*شونې ده هغه پینځه ځانګړنې، چې په دې آیتونو کې راغلي، پینځه ډلو پرښتو ته وي او شونې ده، د یوې ډلې لپاره وي، په دې مانا: همدا چې حکم ورشي، له ځایه را اوچتې او په نشاط او ځغاسته حرکت کوي او یو له بله مخکې کېږي، چې حکم په مدبرانه توګه ترسره کړي[3].
پېغامونه:
1-د چاچې څومره پر مادیاتو زړه تړلی وي، ساه ورکول به یې هم هومره ستونزمن وي.«وَ النّازِعاتِ غَرْقاً»
2-د مرګ شېبه، د ثواب او سزا پیل دی. «غَرْقاً ، نَشْطاً»
3-هر کار ته ځانګړې پرښتې دي. «النّازِعاتِ ، اَلنّاشِطاتِ ، اَلسّابِحاتِ»
4-په دنده ترسره کولو کې نشاط درلودل یو ارزښت دی. «وَ النّاشِطاتِ نَشْطاً»
5-ټوله هستي د پرښتو د کار ډګر دی. «وَ السّابِحاتِ سَبْحاً»
6-پرښتې د الهي ماموریت په ترسره کونې کې، یو له بله مخکې کېږي. «فَالسّابِقاتِ»
7-پرښتې خپلې چارې، ښې کوي. «غَرْقاً ، نَشْطاً ، سَبْحاً ، سَبْقاً»
8-سره له دې چې د هستۍ تدبیر پر الله (ج) دی: «یُدَبِّرُ الْأَمْرَ[4]»؛ خو الله (ج) پرښتو ته هم د تدبیر اجازه ورکړې ده. «فَالْمُدَبِّراتِ أَمْراً»
9-پرښتې په سمبالنه او تدبیر کې پکار مهارت لري. «فَالْمُدَبِّراتِ أَمْراً»
10-د چارو سمبالنې او تدبیر ته، نشاط، چټکي او ورمخکې کېدل پکار دي. «النّاشِطاتِ ، اَلسّابِحاتِ، فَالسّابِقاتِ ، فَالْمُدَبِّراتِ»
11- د هستۍ نظام تصادف نه، بلکې د تدبیر له مخې دی. فَالْمُدَبِّراتِ …
12- تدبیر هغه ارزښت دی، چې سوګند پرې یادولای شو. «فَالْمُدَبِّراتِ أَمْراً»
یَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ﴿٦﴾ تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ﴿٧﴾ قُلُوبٌ یَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ ﴿٨﴾ أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ﴿٩﴾ یَقُولُونَ أَئِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِی الْحَافِرَةِ ﴿١٠﴾ أَئِذَا کُنَّا عِظَامًا نَخِرَةً ﴿١١﴾ قَالُوا تِلْکَ إِذًا کَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ﴿١٢﴾ فَإِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿١٣﴾ فَإِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ﴿١٤﴾= پر هغه ورځ، چې وحشتناكې زلزلې هر څه لړزوي، او ورپسې دويمه پېښه [= د محشر ستره چغه] وشي. پردې ورځ به [له قيامته د منكرانو] زړونه رپېدوني وي، او سترګې به يې (له سختې وېرې) خړې وي! (خو نن) وايي: ((ايا په رښتيا موږ (د ژوند) لومړي حالت ته ورګرځېدوني یو؟! آيا چې موږ وراسته هډوكي شو (؛ نو شونې ده، چې بيا راژوندي شو)؟!)) (او له خپلو ځانونو سره) وايي: ((كه داسې شي (؛نو) دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي!)) خو په حقيقت كې دا [ستنېدنه] ایله یوه سخته كړيكه وي!نو ناڅاپه به ټول [د قيامت] په ډګر كې وي!
ټکي:
* «راجفه» ترهورۍ او شدیدې لړزې ته وايي.«اراجیف» هغه فتنه اچوونکیو کلیمو ته ویل کېږي، چې ترهور دې کړي.
* «رادفه»له «ردیف» اخستل شوې کلیمه ده، چې ورپسې راتګ او ورپسې لړزو ته وايي. شونې ده د ځمکې لومړۍ لړزه د لومړۍ شپېلۍ په پار وي، چې ټول مري او له دویم «رادفه» مراد، دویمه شپېلۍ وي، چې ټول به راژوندي شي؛ لکه څنګه چې په زمر سورت ۶۸ آیت کې پر دواړو ټنیګار شوی دی.
* «واجِفَهٌ» شدید حرکت یا ترهورۍ ته وايي او «خاشِعَهٌ» هغه ته ویل کېږي، چې سر یې لاندې اچولی او ځمکې ته ګوري.
* «حافره» د هر څه پیل او لومړني ته وايي؛ نو پردې بنسټ، کافران خپل لومړني ژوند ته د ورستنېدا په پار هک حیران وي؛ خو شونې ده «حافره»د «محفوره» په مانا وي؛ یعنې هغه قبر/کیس چې په ځمکه کې کنل کېږي، چې په دې بڼه کې یې مانا داسې کېږي: آیا تر مړینې روسته، له قبرونو مو راستنېږو او ژوندي کېږو؟[5]
* «نَخِرَهً» وراسته هډوکي دي، چې په لږ دباو شیندل کېږي.
* هغه زړونه چې په دنیا کې د الله (ج) له وېرې رپي«وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ»[6]، په آخرت کې په امان کې دي.
«فَلا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُونَ[7]» او هغه زړونه ترهور دي، چې په دنیا کې غافلانه هوساینه لري. «قُلُوبٌ یَوْمَئِذٍ واجِفَهٌ»
* «زجر»، په چغو سورو شړلو ته وايي او شونې ده «زَجْرَهٌ» همدا دویمه شپېلۍ وي، چې د ټولو مړیو د راژوندي کېدو سریزه کېږي او«ساهره» د قیامت هوارې ځمکې ته وايي؛ ځکه پر هغه ځمکه سترګې نه ویدېږي او د سَهَر په حال کې دي.
پېغامونه:
1-د طبیعت غونډال، اوښتل د قیامت سریزه ده. تَرْجُفُ الرّاجِفَهُ …
2- د قیامت زلزلې په یوه پړاو کې نه دي، پرله پسې دي. اَلرّاجِفَهُ … اَلرّادِفَهُ
3- په قیامت کې ټول اندېښمن نه وي، ځینې زړونه وارخطا وي. «قُلُوبٌ»
4-روح او بدن ژوره اړیکه لري. قُلُوبٌ … واجِفَهٌ ، أَبْصارُها خاشِعَهٌ
5- ځینې خلک، د تکراري پوښتنو په اوڅارولو، له قیامته منکرېږي.«یَقُولُونَ أَ إِنّا لَمَرْدُودُونَ ؟»
هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ مُوسی«15» إِذْ ناداهُ رَبُّهُ بِالْوادِ الْمُقَدَّسِ طُویً«16» اِذْهَبْ إِلی فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغی«17» فَقُلْ هَلْ لَکَ إِلی أَنْ تَزَکّی«18» وَ أَهْدِیَکَ إِلی رَبِّکَ فَتَخْشی«19» ايا د موسى له قيصې خبر يې؟!چې كله خپل پالونكي د”طوى” په سپېڅلې وادۍ کې ورغږ کړ: ( چې) فرعون ته ورشه، سر یې اخستى دى. نو ورته ووايه : (( آيا غواړې د پاک زړۍ لار خپله کړې؟! او د پالونكي پر لوري دې لارښوونه درته وکړم، چې ووېرېږې (او له سرغړونې لاس پر سر شې)؟! ))
ټکي:
* «واد» هماغه وادي ده، چې د دوو غرونو او غونډیو ترمنځ درې ته وايي او «طُویً» تر طور غره لاندې دره ده.
* «خشیت» هغه وېره ده، چې د الله (ج) پر ستروالي له ایمانه راولاړه وي.
* «تَزَکّی» له «زکات» نه اخستل شوې او دوې ماناوې لري؛ وده او پاکي.
* له الله (ج) سره د خبرو ځای دې پاک او سپېڅلی وي؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې وايي: «ناداهُ رَبُّهُ بِالْوادِ الْمُقَدَّسِ» او په نورو آیتونو کې لولو:«طَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطّائِفِینَ وَ الْقائِمِینَ وَ الرُّکَّعِ السُّجُودِ[8]»،(الله ابراهیم ته وویل:) او خونه مې طواف كوونكيو او (عبادت ته) قيام كوونكيو، ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه.
«ما کانَ لِلْمُشْرِکِینَ أَنْ یَعْمُرُوا مَساجِدَ اللّهِ[9]»، مشركان حق نه لري د الله (ج) جوماتونه اباد كړي، حال دا پر خپل كفر ګواهي لي!.
«إِنْ أَوْلِیاؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ»[10] واكوال خو یې يوازې متقیان دي.
«خُذُوا زِینَتَکُمْ عِنْدَ کُلِّ مَسْجِدٍ»[11]، د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ورځئ؛ نو خپله ښكلا درسره واخلئ.
پېغامونه:
1-په پوښتنه خبره پیلول، په وګړیو کې د اورېدو ځواک ډېروي. «هَلْ أَتاکَ»
2-راروستو پېغمبرانو ته د تېرو پېغمبرانو د تاریخ ویل ، د روحیې د پیاوړتیا لاملېږي. «هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ مُوسی»
3-الهي مشرانو، له طاغوتانو سره تر مبارزه مخکې، خپله اړیکه له الله (ج) سره پیاوړې کړې وي. إِذْ ناداهُ رَبُّهُ … اِذْهَبْ إِلی فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغی
4-ځینې سیمې، ځانګړی درناوی او سپېڅلتیا لري. «بِالْوادِ الْمُقَدَّسِ طُویً»
5-انبیاء، له طاغوتانو سره د مبارزې مخکښان دي. «اذْهَبْ إِلی فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغی»
6-له بدیو نه په منع کې د بدیو جرړې راپیدا کړئ. «اذْهَبْ إِلی فِرْعَوْنَ»
7-د هېچا له ښیونه – هدایته، ان له فرعونه هم مه نهیلېږئ او لږ تر لږه، حق خبره یې غوږونو ته ور ورسوئ او غاړه پرې خلاصه کړئ. اِذْهَبْ إِلی فِرْعَوْنَ … فَقُلْ هَلْ لَکَ إِلی أَنْ تَزَکّی
8- له بدیو نه په منع کې، ان له طاغوتانو سره هم په نرمه خبرې کوئ. إِنَّهُ طَغی فَقُلْ هَلْ لَکَ …
9-په پوښتنه، وجدانونه راویښ کړئ. «هَلْ لَکَ إِلی أَنْ تَزَکّی»
10-په تبلیغي کړنلار کې، پسته ژبه کاروئ. «هَلْ لَکَ»
11-د انبیاوو د بلنې لوری، د انسانانو تزکیه ده. «هَلْ لَکَ إِلی أَنْ تَزَکّی»
12-خلکو ته په تبلیغ کې له داسې کلمو کار واخلئ، چې ټول انسانان یې درسره ومني او خوښ یې کړي. (پاکۍ ته رابلنه او له بدیو ډډه) «إِلی أَنْ تَزَکّی»
13-که تزکیې ته لېوالتیا نه وي؛ نو د انبیاوو هڅې بې ګټې دي. «تَزَکّی وَ أَهْدِیَکَ إِلی رَبِّکَ»
14-د انبیاوو په ښوونځي کې، له طاغوت سره مبارزې ته، لومړی نصیحت ورته وکړئ. إِنَّهُ طَغی … تَزَکّی وَ أَهْدِیَکَ إِلی رَبِّکَ
15-د هدایت منلو یوه نښه، وېره او خشیت دی. أَهْدِیَکَ … فَتَخْشی
16-پېغمبرانو، خلک الله (ج) ته وربلل، نه ځان ته. «إِلی رَبِّکَ»
17- سرغړونه له بې باکۍ او ناپاکۍ سره مل ده.(الله وايي: سرغړاندي فرعون ته ورشه او د تزکیې او خشیت په اړه ورسره وګړېږه؛ یعنې هغه چټل او سپین سترګی دی.) إِنَّهُ طَغی … أَنْ تَزَکّی … فَتَخْشی
18-د وګړیو سمونه، د دوی په ارادې پورې اړه لري. «هَلْ لَکَ إِلی أَنْ تَزَکّی»
فَأَراهُ الْآیَهَ الْکُبْری«20» فَکَذَّبَ وَ عَصی«21» ثُمَّ أَدْبَرَ یَسْعی«22» فَحَشَرَ فَنادی«23» فَقالَ أَنَا رَبُّکُمُ الْأَعْلی«24» فَأَخَذَهُ اللّهُ نَکالَ الْآخِرَهِ وَ الْأُولی«25» إِنَّ فِی ذلِکَ لَعِبْرَهً لِمَنْ یَخْشی«26»= نو (موسى) لويه معجزه وروښووله؛ خو (فرعون) دروغ وګڼله او مخالفت يې وکړ. بيا يې شا كړه او (د حق دين د منځه وړو) هڅې یې كولې . او (خلك يې) راغونډ كړل؛ نو غږ يې وكړ. او ويې ويل :(( زه مو ستر پالونكى يم! )) نو (له همدې لامله) الله د آخرت او دنيا پر (عبرتناک) عذاب اخته كړ. په حقيقت كې په دې (قيصه) كې هغه ته یو پند دى، چې (له الله) وېرېږي.
ټکي:
* د فرعون پر وړاندې چې ویل یې: «أَنَا رَبُّکُمُ الْأَعْلی= زه غوره پالونکی یم»، حضرت موسی وايي: «أَهْدِیَکَ إِلی رَبِّکَ= د الله پر لوري دې ښیونوم – هدایتوم».
* «نَکالَ»، هغه سزا ده، چې هرڅوک یې وویني یا واوري؛ نو خلک یې پر ورته چارو هم له اخته کېدو ډډه کوي. د آخرت عذاب ځکه نکال نومول شوی، چې هرڅوک یې واوري؛ نو له هر هغه چارې ډډه کوي، چې پر اخروي عذاب یې اخته کوي.[12]
پېغامونه:
1-د فرعون په څېر وګړیو ته دې سترې معجزې راوړل شي. «الْآیَهَ الْکُبْری»
2- طاغوتان خپل واک ساتنې ته له کږلاریو مرسته غواړي. «فَحَشَرَ فَنادی»
3-د نبوت ادّعا او د نورو تسلیمېدو ته، معجزې ته اړتیا ده.أَهْدِیَکَ … فَأَراهُ الْآیَهَ الْکُبْری
4-پر ځینو کبرجنو، ان سترې معجزې هم اغېزمنې نه دي. «الْآیَهَ الْکُبْری فَکَذَّبَ»
5-د انبیاوو معجزې یو شان نه وې. «الْآیَهَ الْکُبْری»
6- د انبیاوو نټه او انکار او له ښوونو یې سرغړونې له دیني چوکاټه د وتو لپاره دي. «فَکَذَّبَ وَ عَصی»
7-هغوی چې مخامخ خبره او استدلال نه لري؛ نو هڅې یې د پردې تر شا وي. فَکَذَّبَ … ثُمَّ أَدْبَرَ یَسْعی
8-اړ دوړ او شور زوږ د فرعونانو کړنلار ده. «فَحَشَرَ فَنادی»
9-خلک الله پلټونکی فطرت لري؛ خو فرعونانو دا لوری ځان ته رااړولی وي. «أَنَا رَبُّکُمُ»
10-کبرجن به یوه ورځ پر ګونډو شي. أَنَا رَبُّکُمُ … فَأَخَذَهُ اللّهُ
11- تاریخ عبرتوزله ده؛ نه بوختیا. «لَعِبْرَهً»
12-د تاریخ هغه برخې څرګندوئ، چې رغوونکې او عبرتوزلې وي. «لَعِبْرَهً»
13- عبرتونه خو ډېر دي؛ خو عبرت اخستونکي لږ دي او دا چار روحي چمتووالي ته اړتیا لري.«لَعِبْرَهً لِمَنْ یَخْشی»
أَ أَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ بَناها«27» رَفَعَ سَمْکَها فَسَوّاها«28» وَ أَغْطَشَ لَیْلَها وَ أَخْرَجَ ضُحاها«29» وَ الْأَرْضَ بَعْدَ ذلِکَ دَحاها«30» أَخْرَجَ مِنْها ماءَها وَ مَرْعاها«31» وَ الْجِبالَ أَرْساها«32» مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ«33»= آيا (ترمرګ روسته) ستاسې پيدا كول ډېرسخت دي،که د اسمان،چې (الله) جوړ كړى دى؟! چت يې ورهسك کړ؛ خو سم یې برابر كړی،او شپه يې ورتياره کړه او ورځ يې راوایسته. او تر دې روسته يې ځمكه وغوړوله،اوبه یې او څړځايونه یې ترې را وايستل،او غرونه يې پکې ښخ ودرول. [دا ټول] ستاسې او ستاسې د څارويو د ګټنې لپاره دي.
پېغامونه:
1-په تبلیغ کې د پوښتنې اوڅارول خورا اغېزمنه کړنلار ده. «أَ أَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ»
2-د الله پېژندنې غوره لار یې نعمتونو ته پاملرنه ده او باید معقولاتو ته د رسېدو لپاره له محسوساتو کار واخلو. «رَفَعَ سَمْکَها فَسَوّاها»
3- دنیا موږ ته ده، موږ هغې ته نه یو. «مَتاعاً لَکُمْ»
4-په توکیزو خوندونو کې انسانان او څاروي په یوه لیکه کې دي.(مانیز کمالات د انسان امتیاز دی.) «مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ»
5-نعمتونه د انسان ګټنې ته دي، بېځایه پاکونې، هڅې او پر ځان بندیزونه لګول مانا نه لري. «مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ»
6- په تشیال کې ځمکه تر اسمانونو روسته جوړه شوې ده. «وَ الْأَرْضَ بَعْدَ ذلِکَ دَحاها»
فَإِذا جاءَتِ الطَّامَّهُ الْکُبْری«34» یَوْمَ یَتَذَکَّرُ الْإِنْسانُ ما سَعی«35» وَ بُرِّزَتِ الْجَحِیمُ لِمَنْ یَری«36» فَأَمّا مَنْ طَغی«37» وَ آثَرَ الْحَیاهَ الدُّنْیا«38» فَإِنَّ الْجَحِیمَ هِیَ الْمَأْوی«39»وَ أَمّا مَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ وَ نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی«40» فَإِنَّ الْجَنَّهَ هِیَ الْمَأْوی«41»= نو چې هغه ستره پېښه [منځ ته] راشي پر هغه ورځ، چې انسان ته خپلې هڅې وريادې شي،دوزخ هر لیدونکي ته ښکاره كېږي؛ نو چاچې سرغړونه کړې وي، او [پر آخرت يې] د دنيا ژوند غوره ګڼلى وي،نو په رښتینه كې همدا جهنم یې هستوګنځى دى. او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ډار شوی او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى وي؛نو په حقيقت كې هستوګنځى يې همدا جنت دى.
پېغامونه:
1- قیامت خورا ستره پېښه ده او نورې پېښې یې پر وړاندې هېڅ هم نه دي. «الطَّامَّهُ الْکُبْری»
2- انسان ته یې په قیامت کې تل دنیوي کړنې وریادېږي. «یَتَذَکَّرُ الْإِنْسانُ ما سَعی»
3-د سرغړونې جرړه په دنیاپالۍ کې ده. «طَغی وَ آثَرَ الْحَیاهَ الدُّنْیا»
4- دنیا بده نه ده؛ خو پر آخرت غوراوی ورکول بد دي. «آثَرَ الْحَیاهَ الدُّنْیا»
5-الله (ج) خو ډار نه لري، مقام یې په انسان کې د وېرې لامل دی لکه انسان چې له قاضي ډارېږي؛ ځکه پوهېږي، که جرم یې وکړ؛ نو سروکار یې له قاضي سره دی. «خافَ مَقامَ رَبِّهِ»
6-له نفس سره د مبارزې جرړه، په الهي وېره کې ده. «خافَ مَقامَ رَبِّهِ وَ نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی»
7-د انسان نفس فتنه گر دی، باید کابو یې کړو. «وَ نَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوی»
8-الهي قانون ټولو وګړیو ته یوشان دی. مَنْ طَغی … مَنْ خافَ
یَسْئَلُونَکَ عَنِ السّاعَهِ أَیّانَ مُرْساها«42» فِیمَ أَنْتَ مِنْ ذِکْراها«43» إِلی رَبِّکَ مُنْتَهاها«44» إِنَّما أَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَخْشاها«45» کَأَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَها لَمْ یَلْبَثُوا إِلاّ عَشِیَّهً أَوْ ضُحاها«46»= او تا د ساعت (د قيامت) په باب پوښتي، چې كله به پېښېږي؟ ددې خبرې په یادولو کې ستا څه کار؟! دهغه پای يوازې ستا د پالونكي پر لور ده (او بې له الله يې هېڅوك د پېښېدو پر وخت نه پوهېږي.) بېشكه ته ایله هغه ته ګواښګرندی يې، چې ترې وېرېږي. دوی چې پر کومه ورځ هغه (د قیامت پېښېدل) ویني (انګېري)؛ چې (په دنيا او برزخ كې) يوازې يو ماښام يا څاښت تم شوي وو.
ټکي:
*د قیامت د پېښېدو د وخت په اړه، په قرآن کې څو ځل پوښتنې اوڅار شوي؛ خو ځواب یې نه دی ورکول شوی، ځکه د مرګ او قیامت پر وخت زموږ نه پوهېدل یوه الهي لورنه ده او که څوک د خپل مرګ پر نېټه پوه شو؛ نو تل به اندېښمن وي او ژوند به نشي کولای.
* مهم خپله پر قیامت ایمان دی، نه پر وخت یې پوهېدل.
* غافلان تر زېري، ګواښګرندۍ ته ډېره اړتیا لري؛ نو ځکه«انما انت مبشر» په قرآن کې نلرو؛ خو «إِنَّما أَنْتَ مُنْذِرُ» راغلی دی.
پېغامونه:
1-د قیامت په اړه ځینې پوښتنې بېځایه دي او اړتیا نه لیدل کېږي، چې ځواب یې ورکړل شي.(لکه د قیامت د پښېدو د نېټې په اړه پوښتنه) یَسْئَلُونَکَ عَنِ السّاعَهِ …
2-پر هغه چار ویینه مانا نه لري، چې په بشر پورې اړوند نه ده. (چې نه کارهلته څه کار). «فِیمَ أَنْتَ مِنْ ذِکْراها»
3-د بشر علم محدود دی او نه شي کولای ځان د هغه علم پای، تل او بیخ ته ورسي، چې الله (ج) ته ځانګړی دی. «إِلی رَبِّکَ مُنْتَهاها»
4-د پېغمبر اکرم دنده خلکو ته ګواښګرندي ده، نه چې په زور پر خلکو خپله خبره ومني. «إِنَّما أَنْتَ مُنْذِرُ»
5-د انبیاوو د بلنې د منلو شرط، په خلکو کې اروايي چمتووالی او له ګناه ډډه کول دي. «أَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَخْشاها»
6- آخرت دومره ستر دی، چې پر وړاندې ټول دنیوي او برزخي ژوند د یوې شپې یا ورځې هومره دی. «لَمْ یَلْبَثُوا إِلاّ عَشِیَّهً أَوْ ضُحاها»
«والحمد للّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] راهنما تفسیر
[2] نورالثقلین تفسیر
[3] المیزان تفسیر.
[4] یونس،3.
[5] المیزان تفسیر.
[6] انفال،2.
[7] یونس،62.
[8] حج،26.
[9] توبه،17.
[10] انفال،34
[11] اعراف،31.
[12] المیزان تفسیر