تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي احادیث غچ ،کسات ðڅوک چې له غچه ډارېږي،پر خلکو له تېري دې ځان وساتي[1] . ðخلکو! غچ او حق مو واخلئ او يو موټى شئ[2] . ðزه هغه ته حيران يم،چې خپله مېرمن وهي،حال داچې په خپله هم د وهلو وړ دى. مېرمنې […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي احادیث

غچ ،کسات

ðڅوک چې له غچه ډارېږي،پر خلکو له تېري دې ځان وساتي[1] .

ðخلکو! غچ او حق مو واخلئ او يو موټى شئ[2] .

ðزه هغه ته حيران يم،چې خپله مېرمن وهي،حال داچې په خپله هم د وهلو وړ دى. مېرمنې مو په کوتک مه وهئ، چې قصاص لري؛خو ( که لازم شي،د تنبيه لپاره) يې په لوږه او جامو پرې سختي راولئ،چې سمې شي،چې په دنيا او آخرت کې مو ګټه په برخه شي[3] .

ðهغه بنده خداى ته ډېر ګران دى،چې د غچ او د خپل حق د اخستو وس لري ؛خو بيا هم عفوه کوي[4] .

قضاوقدر

ðيوازې دعا الهي قضا و قدر اړولاى شي[5] .

ðپه هرالهي قضا و قدر کې مؤمن ته خير دى[6] .

ðد الهي کتاب په رالېږلو او د استازيو په منلو: نېکمرغي هغه ته ده، چې ايمان راوړي او پرهېزګاري وکړي او بدمرغي هغه ته ده،چې دروغ يې وګڼي او کافران شي او دا چې خداى د مؤمنانو ولايت پر غاړه اخلي، علم د مخه شو او د قلم (رنګ) وچ شو او الهى قضا لاسليک شوه او قدر( او اراده ) يې پاى ته ورسېده[7].

قوم

ðد قوم امام، خداى ته د هغوى پلاوى دى؛نو په خپلو نمونځونو کې، خپل ډېرغوره مخکې کړئ[8] .

ðد قوم مشر،چې درته راغى؛نو درناوى يې وکړئ[9] .

ðډېر ناوړه قوم هغه دى،چې: پر نېکيو امر نه کوي او له بديو منع (پر نېکيو امر کوونکيو او له بديو پر منع کوونکيو تورونه تپي)،د خداى لپاره د “قسط” لپاره نه راپاڅي،تر الهي تړونه ورته طلاق او بېلتون غوره دى،د خداى له مننې ورته د واکمن لاروي ړومبۍ ده، دنيا پر دين غوره ګڼي، ګناه کول،شهوتپالي او پر شبهاتو بوختيا حلاله ګڼي[10].

غښتلتيا

ðابوذره! که غواړې، چې ډېرغښتلى وسې؛نو پر خداى توکل وکړه او که غواړې ډېر عزتمن اوسې؛نو پرهېزګار وسه [11].

غوسه کول

ðغوسه شيطاني لمبه ده[12] .

ðچې غوسه شوې ؛نو کېنه په ناسته غوسه سړېږي[13] .

ð غوسه د زړښت نيم لاملونه دي[14] .

ð چې غوسه شوې؛ نو چوپ شه[15] .

ðمه غوسه کېږه[16] .

ðغوسه د شيطان له لورې ده (د غوسې پر مهال د شيطان د لاسبرۍ له امله الهي پولي ماتېږي) شيطان له اوره پيدا شوى؛نو داچې اور په اوبو مړکېږي؛ نو ځکه څوک چې غوسه شي؛نو اودس دې وکړي[17] .

ðد خداى پر وړاندې ښه ګوټ،دغوسې دى،چې انسان يې د خداى لپاره وکړي[18] .

ðپیل منګی – پهلوان دا نه دى،چې خپل سيال پر ځمکه راڅملوي؛بلکې حقيقى پیل منګی هغه دى ،چې د غوسې پر مهال،خپله غوسه کابو کړي[19] .

ðکه په ولاړه غوسه شوئ؛ نو کېنئ، چې غوسه مو سړه شي او کنه پښې غځولي څملئ[20] .

ðخلکو ته (دين) زده کړئ او په زده کړه کې اساني کوئ،سختي او بدغوني مه کوئ او چې غوسه شوئ؛ نو چوپ شئ[21] .

ðغوسه ايمان داسې له منځه وړي؛لکه “سرکه”، چې “شات” له منځه وړي[22] .

ðچې کله هم غوسه شوئ؛ نو اودس وکړئ[23] .

ðتر ښځې اوغوسې د شيطان ستر لښکر نشته[24] .

ðخداى او زه پر هغه ښځې غوسه کېږو، چې بې له کورنۍ يې څوک کور ته راننوځي،خوراک څښاک ترې (هم) وکړي او د کور پر راز يې هم پوه شي[25] .

ðايمان په درېیو ځانګړنو پوره کېږي: (١) خپله خوشحالي او ښادي په باطلو (چارو) نه خرابوي (٢) په غوسه کې د حق له کړۍ نه وځي او ( ٣) د قدرت پر مهال هغه څه ته لاس نه اوږدوي،چې نه يې دي[26] .

ðڅوک چې په غوسه کې له زغمه کار واخلي؛ نو د خداى مينه پرې لازمېږي[27] .

ðله غوسې او تمبلۍ ځان وژغورئ، که غوسه شوې (؛نو) حق نشې زغملاى او که تمبل شوې؛حق ادا کولاى نشې؛ نو پر چا چې غوسه لاسبرې شوه، هوساېنه ترې خپل ټغر راټولوي[28] .

ðد زغمناک درې نښې دي: (١) نه تمبلېږي (٢) نه غوسه کېږي (٣) له خپل پالونکي شکايت نه کوي؛ځکه د تمبلۍ پرمهال د(نورو) حقوق ضايع کوي،چې غوسه شي،شکر نه باسي او له خپل پالونکي،چې شکايت وکړي ؛نو ګناه به يې کړې وي[29] .

ðډېر بد انسان هغه دى،چې ژر غوسه کېږي او ډېر وروسته خوشحالېږي[30] .

ðخداى چې کله بنده ته غوسه شي؛نو په زړه کې ورته د خندا نغمې اچوي[31] .

ðځينې خلک ډېر نه غوسه کېږي او(چې غوسه شي) ژر يې غوسه سړېږي. ځينې ژر غوسه کېږي او ژر يې هم غوسه سړېږي. ځينې ژر غوسه کېږي او ډېر وروسته يې غوسه سړېږي؛ پوه شئ، په دوى کې هغه ډېر غوره دى،چې ډېر غوسه کېږي او ژر يې غوسه سړېږي او پوه شئ،چې په دوى کې هغه ډېر ناوړه دى،چې ژر غوسه کېږي او ډېر وروسته يې غوسه سړيږي[32].

ð رسول الله (ص) هېڅکله هم د دنيا لپاره نه غوسه کېده او چې د حق لپاره به غوسه شو؛نو چا نه پېژانده او هېڅ څيز يې تر هغه غوسه نشوه سړولاى،چې غچ يې نه و اخستاى [33].

ð پوه شئ چې غوسه د بنيادم په زړه کې لمبه ده،د غوسه ناک د سترګو سوروالى او د غاړې د رګونو پړسوب او ….يې نه ګورئ[34] .

ðد غوسې په حال کې د دوو تنو ترمنځ قضاوت (او پرېکړه) مه کوئ[35] .

ð د اغلاق (سختې غوسې ته ويل کېږي،چې انسان پکې له سم فکر کولو بېوسې وي.)پر حال طلاق او د مريي ازادول نه واقع کېږي[36] .

ðابوذره! پر ورور دې له غوسې کولو ډډه وکړه؛ځکه د خداى د غوسې او بېلتون کړنې نه خوښېږي. ابوذره ! له غوسې کولو دې منع کوم؛نو که اړ شوې،تر درېیو ورځو ډېر مه غوسه کېږه، که څوک له خپل مسلمان ورور سره د غوسې پر مهال ومري؛نو د دوزخ اور ورته وړ دى[37] .

ð خلکو ته (دين) زده کړئ او په زده کړه کې اساني کوئ ،سختي او بدغونتوب مه کوئ او چې غوسه شوئ؛ نو چوپ شئ[38] .

ðد خداى پر وړاندې ښه عزت،د غوسې دى،چې انسان يې خداى ته تېره کړي[39] .

ð غوسه ايمان داسې خرابوي؛لکه سرکه چې شات خرابوي[40].

ð کفر درې ستنې لري: (دنيا ته) کازمني – لېوالتيا، ډار، (پر الهي ارادې) ناخوښي او غوسه[41] .

ð غوسه د شيطان د اور يوه لمبه ده[42].

ð که غوسه شې؛نو اودس وکړه[43] .

ð پر هغه خداى ډېر غوسه دى،چې زما وينه تويه کړي او اهلبيت مې وځوروي[44] .

ð خداى بنيادم ته وايي: د غوسې پر مهال مې ياد کړه،چې زه دې هم د خپلې غوسې پر مهال ياد کړم،چې د پوپنا کېدو پر وخت دې هلاک نه کړم[45] .

ðپر هغه د خداى محبت لازمېږي،چې غوسه وزغمي[46].

ð چاچې غوسه تېره کړه؛نو خداى يې زړه له ايمانه ډکوي او څوک چې له کوم تېري تېر شو؛نو خداى به يې په دنيا او اخرت کې عزتمن کړي[47] .

ð يو ځل حضرت “عايشه” بي بي پر رسول الله (ص) غوسه وه، رسول الله (ص) ورته وويل:شيطان درته راغلى دى[48] .

ðيوسړي رسول الله (ص) ته وويل: ما ته سپارښتنه وکړه. آنحضرت ورته وويل: مه غوسه کېږه. سړي څو ځل خپل خبره وکړه او هر ځل ورته پېغمبراکرم وويل: مه غوسه کېږه[49].

ð رسول الله (ص) خپل اصحابو ته وويل : پهلواني څه ته وايي؟ ورته يې وويل: پیل منګی – پهلوان هغه دى،چې څوک يې را څه نملوي . آنحضرت ورته وويل: نه! هغه پیل منګی دى،چې د غوسې پر مهال خپله غوسه سړه کړي[50] .

ð څوک چې خپله غوسه وزغمي،حال داچې غوسه کړاى شي؛نو پاک خداى پرې د قيامت پر ورځ غږ کوي،چې له “حورالعين” غوره کړه[51].

ð که غوسه شوې او ولاړ يې (؛ نو) کېنه او که پر ولاړه دې غوسه سړه نه شوه؛نو څمله[52] .

ðمسلمان ته روا نه ده،چې تر درېیو ورځو ډېر له خپل مسلمان ورور سره کينه ولري او که څوک تردې مودې زيات په غوسه وي او مړ شي؛نو دوزخ ته ځي[53].

نېکچاري

ðپر خداى تعالى ايمان،نېکې چارې او د حرامو پرېښوول، د خداى تر هر څه ښه ايسي[54] .

ðپه يقين چې د کړنو ارزښت يوازې په نيتونو پورې دى[55] .

ðد خداى تعالى،چې ښې کړنې ښه ايسي؛نو يو يې هم د مؤمنانو د زړه خوشحالول دي[56] .

ðد خداى تعالى پر وړاندې لاندې کړنې غوره دي.(١) له خلکو سره په انصاف چلن (٢) د خداى په لار کې له وروڼو سرښندنه (٣) او په ګردوحالاتو کې د خداى يادول[57] .

ðژوند او مړينه مې دواړه ستاسې په خير دي: په ژوند مې راسره خبرې کوئ او زه يې هم درسره کوم او په مړينه مې هره دوشنبه او پنجشنبه شپه ستاسې کړنې راوړاندې کېږي؛نو نېکې چارې مو چې کړې وي، د خداى شکر کاږم او کومه ګناه مو چې کړې وي، له خدايه درته بښنه غواړم[58] .

ðڅوک چې بې له پوهې کوم عمل ترسره کړي ؛نو شر يې تر خير ورته ډېر دى[59] .

ðپه ښو کړنو،ځان (له دوزخه) وژغورئ (او پوه شئ،چې) نمونځ ډېره غوره کړنه ده او يوازې مؤمن خپل اودس ساتي (مؤمن تل پر اوداسه وي)[60] .

ðبې عمله وينا او بې نيته عمل او وينا، عمل او نيت،چې (زما) له سنتو سره اړخ ونه لګوي؛ ارزښت نلري[61] .

ðعلي! دا مضبوط او ټينګ دين دى؛ نو په نرمۍ پکې ننوځه او په کرکه د خداى عبادت مه کوه؛ځکه افراطي انسان(کله تېز او کله ټکنى) موخې ته نه رسي او په نيمايي لار کې پاتېږي؛ نو داسې کار کوه، ګنې چې په زړښت کې مړ شې او داسې په ډار وسه،چې ګنې سبا مرې[62] .

ðهر حق يو حقيقت لري او بنده هله د اخلاص حقيقت ته رسېداى شي، چې د کړي کار په مقابل کې ستاېنه يې ښه نه ايسي[63] .

ðد فرايضو تر ادا کولو وروسته، د خلکو تر منځ پخلاينه ډېر غوره چار دى، دا چې د خير(خبره) وکړې او خير ترې راولاړ شي[64] .

ðخداى تعالى وايي: هغوى دې په خپلو کړنو ډډه نه وهي (نه دې ډاډمنېږي)،چې زما لپاره يې (ښې) چارې کړې وي؛ ځکه که هغوى ټول عمر زما په عبادت کې په زحمت تېر کړي، بيا هم نيمګړي او مقصر دي؛ ځکه زما د عبادت حق پوره کولاى نشي او په جنت کې مې د عزت او نعمت ذات (اوحقيقت ته او همداراز) زما ترڅنګ لوړو درجو ته رسېداى نشي؛ خو زما پر رحمت دې ډډه ولګوي او زما لورنې ته دې هيلمن وي او ښه ګومان دې ولري،چې په دې ترڅ کې به زما رحمت (د هغوى نيمګرې) سکېنده – جبران کړي او زما د احسان په پايله کې به هغوى د خوښۍ(او رضوان) پړاو ته ورسېږي او زما بښنه به ورته د بښنې جامې ورواغوندي؛ځکه زه لوراند او لورين خداى يم[65] .

کورنۍ ته هڅاند

ðهغه بې حسابه جنت ته ننوځي، چې خپلې کورنۍ ته کار کول عار ونه ګڼي[66].

ðکورنۍ ته او په کور کې کار کول لاندې ځانګړنې لري: (١) د سترو ګناهونو کفاره ده(٢)د خداى غوسه سړوي (٣) د جنتي حورو مهر دى (٤) او د حسناتو او درجو د لوړاوي لامل دى[67] .

ðد خپلې کورنۍ خادم، د صديق، شهيد يا د داسې چا په څېر دى،چې خداى ورته د دنيا او آخرت ښه غواړي[68] .

ð خپلې کورنۍ ته هڅاند داسې دى؛لکه د خداى د لارې مجاهد[69].

ðڅوک چې خپلې کورنۍ ته د حلال رزق په هڅه کې وي ؛نو[زيار يې] د خداى په لارکې شمېرلېږي[70] .

د نن کار سبا ته پرېښوول

ðابوذره!د نن کار سبا ته مه پرېږده،چې نن خو همدا ستا ده اوسبا دې نه ده او که سبا (دې هم) وي؛نو د نن په څېر وسه او که سبا دې نه وه ؛نو لیپخوره – پښېمانه به نه يې،چې لږ کار دې کړى دى[71] .

ðابوذره! که مړينې او بهير ته يې وګورې؛نو له هيلو او تېروتنو به بېزاره شې[72] .

ðابوذره! ګهيځ چې راويښ شوې؛نو له ځان سره دې د مازيګر خبرې مه کوه او چې مازيګر شو؛د ګهيځ خبرې مه کوه[73] .

ðعلي! څوک چې فرض حج نن او سبا ته پرېږدي او مړ شي؛ نو خداى به يې د قيامت پر ورځ يهودي يا نصراني راپاڅوي[74] .

وژنه

ðوژنه ، دښمني او کينه راولاړوي[75] .

ðدوه مسلمانان،چې په داسې ځای کې پر یو بل توره راوباسي،چې سنتو روا کړي نه وي؛ نو وژونکى او وژل شوى دواړه په اور کې دي. وپوښتل شو: په وژونکي خو پوه شو؛ نو وژل شوى ولې؟ آنحضرت ورته وويل؛ځکه هغه هم غوښتل،چې ويې وژني[76] .

ðد ښه کار له پاسه ښه کار شته او څوک چې د خداى په لار کې ووژل شي؛نو تر دې اوچت ښه کار نشته او ډېر اوچت عاقېدل هغه دى، چې څوک مور يا پلار ووژني،چې تر دې ډېر ټيټ بدکار نشته[77] .

ðد خداى پر وړاندې هغه ډېر سرغړاند دى،چې هغه څوک ووژني ،چې دى يې نه دی وژلی (او بې ګناه دی) او هغه څوک ووهي،چې دى يې نه وي وهلى[78].

ðد خداى پر وړاندې د بني بشر ډېرې ناوړې چارې دادي: (١) د کوم پېغمبر وژنه(٢) د کعبې ويجاړول،چې خداى (د خلکو) قبله کړې ده (٣) د ښځې په زيلانځ کې په حرامو د څاڅکي تويول[79] .

کعبه

ðعلي! ته د کعبې په څېر يې،(خلک) بايد په تا پسې راشي، نه دا چې ته ورپسې ورشې[80] .

ðپاک خداى له هر څيزه يو څيز غوره کړى دى،له ځمکې يې مکه او له مکې يې “مسجدالحرام” او له مسجدالحرامه يې هغه برخه غوره کړې، چې کعبه پکې ده[81] .

ð (خداى ته سوچه او بېخي) غاړه ايښوول د ايمان ښکلا ده؛ لکه چې طواف کول د کعبې ښکلا ده[82] .

ð (د خداى) پر کور دې آفرين وي!(اى کعبې) ته څومره ستره يې! او د خداى پر وړاندې څومره درنه يې!؛خو پر خداى قسم! تر تا خداى ته مؤمن ډېر دروند او عزتمن دى؛ځکه ته يو درناوى لرې (چې هغه د کعبې درناوى کول دي)؛خو مؤمن درې درناوي لري :(١) شتمني او (٢) وينه يې خوندي وساتل شي (٣)او نه ښايي بد ګومان پرې وشي[83] .

کفر او کفران

ðحذيفه! تر ما وروسته تاسې ته د خداى حجت “علي بن ابيطالب” دى. پر هغه کفر او سترګې پټول، پر خداى کفر دى او څوک ورسره په مقام کې شريکول، له خداى سره شرک دى او په اړه يې شک، د خداى په اړه شک کول دي؛اوړېدل ترې،له خدايه اوړېدل دي، نټه – انکار ترې له خدايه نټه ده او ايمان پرې پر خداى ايمان درلودل دي[84] .

ðڅلور څيزونه د کفر ارکان دي: (دنيا ته) کازمني – لېوالتيا، ډار،عصبانيت او غوسه[85] .

ðد ايمان او کفر ترمنځ (پوله) نمونځ (کول) دي[86] .

ðمؤمن نرم،ساده پال،باوقار او د ښه خوى خاوند دى او کافر توند، تريخ، بې ادبه، بد اخلاقه او وران کاری دى[87]

ðدنيا د مؤمن زندان او د کافر جنت دى[88] .

ðعلي! ددې امت لس ډلې پر خداى کافرې شوې دي: چغلګر،پالي او بې غېرته. څوک چې په ناروا له ښځې سره د شا له خوا کوروالى وکړي. څوک چې له څاروي سره کوروالى وکړي. څوک چې د فتنې پيدا کولو لپاره هڅې کوي، پر محاربينو (او د ټولني پر ناافوونکيو) د وسلې پلورل .څوک چې زکات نه ورکوي. د چاچې حج له وسې پوره وي او ويې نه کړي او مړ شي. علي! وسمن چې حج و نه کړي ؛ نوکافر دى[89] .

ðعلي ډېر غوره بشر دى،څوک چې يې و نه مني؛نو کافر دي[90] .

کمال

ðد ټولو ناکارو چارو نه کول او د ټولو ښو چارو کول(د مسلمان) د دين کمال دى[91] .

ðسخاوت د مؤمن کمال دی[92] .

ډنډۍ وهل

ðپه کوم ځاى کې،چې ډنډۍ وهل دود شوه؛نو خداى به يې پر سوکړې او زيان اخته کړي[93] .

لوږه

ðلوږه د حکمت رڼا ده او مړښت له خدايه د لرې کېدو ﻻمل دى او له خداى سره نږدېوالى له نشتمنو سره په دوستۍ او نژديکت کې تر ﻻسه کېداى شي[94] .

ðزړونه مو په ډېرو خوړو او څښلو مه مړه کوئ؛ ځکه زړونه هم د کر د ځمکې په څېر دي،چې په زړه کې مو د پوهې او معرفت رڼا مړه کوي . څوک چې د شپې لږه وخوري او نمونځ وکړي؛نو څنګ ته يې جنتي حورې راځي[95] .

ðډېر داسې روژه تيان شته چې له روژې يې بې له لوږې او تندې هېڅ نه په برخه کېږي[96] .

ðهغه به پرما ايمان راوړى نه وي،چې د شپې موړ ويده شي؛خو ګاونډى يې وږى وي[97] .

ðپه مړه خېټه خوراک د پيس د ناروغۍ ﻻمل دی[98] .

ðګېډه ډېر شري او مضر لوښى دى،چې انسان يې ډکوي[99] .

ðڅوک چې مؤمن وږي ته خواړه ورکړي؛نو خداى به ورته له جنتي مېوو روزي ورکوي او څوک چې تږى موړ کړي؛نو خداى به پرې سرتړلي جنتي شراب وڅښي او څوک چې بربنډ مؤمن ته جامې ورکړي؛ نو څو جامې يې پر تن وي، په الهي ضمانت کې به وي. پر خداى قسم! د مؤمن د اړتيا لرې کول تر يوې مياشتې روژې او اعتکافه غوره دي[100] .

ðد هغې سيمې خلک چې د شپې (ارام او ماړه) ويده کېږي؛خو وږي پکې وي؛نو په قيامت کې ترې خداى د خپل رحمت نظر اړوي[101] .

ژړا

ðله الهي ډاره،ډېر فکر او ژړا وکړئ[102] .

ðد پلارمړي په ژاړ عرش لړزېږي[103] .

ðپر هغه دې خوښي وي،چې خداى ورته ګوري او پر خپلې کړې ګناه چې یوازې همدا ترې خبر و، د خداى له وېرې وژاړي[104] .

ðابوذره! پاک خداى وايي: پر عزت او دبدبې مې قسم،چې عابدان هيڅ خبر نه دي،چې ژړا څومره راته ارزښتمنه ده. زه ژړاند ته په رفيق اعلى [ = هغه ځاى دى چې پېغمبران په “عليين اعلی” کې پکې ناست دي[105] : کې داسې ماڼۍ جوړوم،چې څوک يې سارى نلري[106] .

ð ( له زړه نه) خندا د بدن د پوپنا کېدو لامل دى او د خداى له وېرې ژړا،له اوره د ژغورنې لامل دى[107] .

ðد خداى له وېرې ژړا،د رحمت کونجي،د عبادت منلو نښه او د دعا قبلېدو “ور” دى[108] .

ðبنده،چې د خداى له وېرې وژاړي ؛نو ګناهونه يې داسې تويېږي؛ لکه پاڼې،چې له ونې رژېږي او د خپلې زوکړې د ورځې په شان وي[109] .

ðد هرې کړنې د ارزښت ثواب څرګند دى؛خو د اوښکې څاڅکى د خداى غوسه سړوي او که په کوم امت کې څوک د خداى له وېرې وژاړي؛نو خداى به يې له امله پر امت (هم)ولورېږي[110] .

ðهغه څاڅکى خداى ته خورا ګران دى،چې په تياره شپه کې د خداى له وېرې وڅاڅي او بې له خدايه يې څوک ونه ويني[111].

ðپاک خداى له پرښتو سره پر پينځو تنو وياړي :(١) د خداى د لارې پر مبارزينو(٢) پر نشتمنو(٣) پر هغوى چې د خداى لپاره متواضع او عاجز وي (٤) پر هغو شتمنو،چې نشتمنو ته ډېره ورکړه کوي؛خو منت پرې نږدي(٥) او پر هغه چې په خلوت او ګوښه کې د خداى له وېرې ژاړي[112] .

د قرآن لوستل

ðپه رښتینه کې مؤمن،چې قرآن لولي (؛نو) خداى ورته د خپل رحمت په نظرګوري[113] .

ðد قرآن لوستونکى (قاري) او اورېدونکى يې په بدله کې سره مساوي دي[114] .

ðهر څه يوه ښکلا لري او د قرآن ښکلا “ښه اواز” دى[115].

ðسلمانه!قرآن لوله؛ځکه لوستل يې د ګناهونو کفاره،له اوره ژغورونکى او له عذابه خوندېينه ده[116] .

ðقرآن په عربي لحن او غږ ولولئ او له دې ډډه وکړئ،چې د فاسقانو او فاجرانو د نغمو په څېر يې ولولئ[117] .

ðچاچې د قرآن لوستل د ځان د ژوند کولو لپاره وزله کړى وي؛ نو په قيامت کې به د هډوکو د ډانچې په څېر راشي،چې هيڅ غوښه به پرې نه وي[118] .

قرآن

ðقاريانو! د خداى کتاب،چې پر الهي پولو پوه شوي ياست؛ مراعات يې کړئ؛ځکه زه او تاسې د قرآن په اړه پوښتېدوني يو، زه د رسالت د تبليغ په باب او تاسې د هغه څه په اړه،چې له قرآن او زما له سنتو پوهېدلي ياست [119]!

ðپر هر چا د خداى حق دى،چې قرآن زده کړي او تدبر پکې وکړي[120] .

ðکه فتنې درباندې د شپې د تيارو په څېر راخپرې شوې؛نو قرآن ته پناه يوسئ؛ځکه قرآن سپارښتنه کوي،چې قبلېږي هم[121] .

ðد خلکو په زړونو کې د قرآن له تفسيره (بل) لرې څيز نشته ؛نو ځکه مخلوق پکې حيران دى؛خو هغه څيزونه،چې خداى وغواړي (خلک به پرې وپوهوي)[122] .

ðعلي له قرآن سره دى او قرآن له علي سره دى او دا دواړه له يو بله نه بېلېږي،څو په (کوثر) حوض کې ماته راشي[123] .

ðپه تاسې کې يو څوک دى،چې له قرآنه به د سمې پوهېدنې،تفسير او تاويل لپاره وجنګېږي؛لکه چې يې زه د نازلېدو،ټينګښت او وحېتوب لپاره وجنګېدم او هغه “علي بن ابيطالب دى[124]“.

ðپر نورو خبرو د قرآن غوراوى داسې دى؛لکه چې خداى پر خپلو مخلوقاتو غوره دى[125] .

ðد قرآن د ښوونکي او زده کوونکي لپاره ټول موجودات ان کب په سمندر کې بښنه غواړي[126] .

ðپه تاسې کې هغه غوره دى،چې قرآن زده کړي او نورو ته يې وښيي[127] .

ð قرآن الهي دسترخوان دى؛نو څومره چې کړاى شئ،ترې يې زده کړئ[128] .

ðد قرآن حافظان او د شپې پاڅېدونکي زما د امت اشراف دي[129] .

ð حيران يم،چې کله قرآن لولم (؛نو) ولې نه زړېږم[130] .

ðپه کوم زړه کې،چې قرآن وي،پاک خداى يې نه په عذابوي[131] .

ðد قرآن حافظین د جنتيانو عارفان دي،مجتهدين (او زیارکښ) د جنتيانو مخکښان دي او استازي د جنتيانو ښاغلي دي[132] .

ðبې له انبيا وو او استازيو، د قرآن قاريان د انسانيت او سړيتوب په لوړو درجو کې پراته دي؛نو د قاريانو حقوق مه ضايع کوئ؛ځکه دوى د بريمن او زورور خداى پر وړاندې لوړې درجې لري[133] .

ðقرآن له بېلاريو د سمې لارښوونې لامل او رڼا دى،چې پټ څيزونه پرې وګورې،د ګناهونو بښونکى دى،په تيارو کې رڼا ده،په پېښو کې بله ډېوه دى،له هلاکته ساتونکى دى. له خطرونو ژغورونکى دى، د فتنو څرګندوونکى دى او انسان له دنيا څخه آخرت ته رسوي او په هغه کې مو د دين کمال دى او هېڅوک ترې مخ نه اوړي او چې وا يې ړاوه ؛ نو اور ته به ځي[134] .

ðد قرآن حافظ تر ټولو ډېر په پټه او ښکاره متواضع،نمونځ کوونکى اوروژه تي دى بيا آنحضرت (ص) په لوړغږ وويل: د قرآن حافظه! د قرآن له امله تواضع وکړه، چې پاک خداى دې سر لوړی کړي او ځان د هغه لپاره مه عزتمنوه،چې خداى به دې خوار کړي،د قرآن حافظه! د خداى لپاره ځان په قرآني لارښوونو سمبال کړه،چې خداى دې پرې سمبال کړي او قرآن د وزلې په توګه مه کاروه،چې په خلکو کې ښه معلوم شې،که نه خداى به دې خوار کړي[135] .

ðڅوک چې قرآن زده کړي؛خو عمل پرې نه کوي او له دنيا سره مينه او ښکلا پرې غوره وبولي؛نو د الهي غوسې وړ به وي او د يهودو او نصاراوو په کتار کې به (وشمېرل) شي،چې د خداى کتاب ته يې شا کړه ( او عمل يې پرې ونه کړ ). څوک چې قرآن د ځانښوونې او دنيا غوښتنې لپاره ولولي؛نو د قيامت پر ورځ به له خداى سره په داسې بڼه ګوري،چې يوازې به د هډوکو (تشه) ډانچه وي او غوښې به پرې نه وي او قرآن به يې له شا څخه مخې ته ټېل وهي،چې جهنم ته يې ورسوي او له نورو دوزخيانو سره اور ته وغورځېږي او څوک چې قرآن لولي او عمل پرې ونکړي؛نو ړوند به محشر ته راشي؛ نو وايي: پالونکيه! زه دې ولې ړوند پاڅولم،زه خو لېدونکى وم؟ ځواب ورکول کېږي: زما آيتونه او نښې در ورسېدې؛خو هېرې دې کړې او په دې توګه ته هم نن هېر شوى يې؛ نو حکم رارسي ،چې جهنم ته يې يوسئ او څوک چې قرآن د خداى د خوښې او د پوهې د لاس ته راوړو لپاره ولولي؛نو د ټولو پرښتو،انبياوو (ع) او استازيو بدله ورته ډالۍ کېږي[136] .

ð په تاسې کې غوره هغه دى،چې قرآن زده کړي اونورو ته يې وښيي[137] .

ð کورونه مو د قرآن په لوستو رڼا کړئ[138] .

ð قرآن ته کتل عبادت دى[139] .

ðد چا چې دا ښه ايسي،چې له خپل پالونکي سره خبرې وکړي؛ نو قرآن دې ولولي[140] .

قدر او منزلت

ðهغه مؤمن خداى ته د قدر او مقام له اړخه غوره دى،چې د نېکۍ ناشکري يې وشي[141] .

ðپه قيامت کې هغوى د خداى پر وړاندې د لوړ مقام خاوندان دي، چې تر ټولو ډېر د خداى د بندګانو خيرغواړي وي[142] .

ðما ته د “علي” مرتبه داسې ده؛لکه د سر مې،چې بدن ته ده[143] .

ðد علي مقام راته داسې دى؛لکه د”هارون”،چې “موسى” ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته[144] .

ðد علي مقام راته داسې دى؛لکه د روح مې چې تنې ته دى[145] .

ðعلي مې د ځان په څېر دى،لاروي يې زما لاروي ده او سرغړاوى ترې زما څخه سرغړاوى دى[146] .

سوکړه- قحطي

ðامت مې تر هغه په خير کې دى،چې خيانت ونکړي او امانت ساتى وي او زکات ورکړي او که داسې نه وي؛په سوکړه او کړاو اخته کېږي[147] .

کېڅ – قبر

ð که څوک غواړي د کېڅ له عذابه وژغورل شي؛نو زما له اهلبيتو سره دې مينه ولري[148] .

ðخداى تعالى دې پر هغه بنده ولورېږي،چې له خدايه ډېره حيا کوي (او د حيا حق پر ځاى کوي)او خپل سر او منځپانګه يې ساتي (؛يعنې خپل فکر، سترګې،غوږ او خوله ساتي) او خپله ګېډه او دننه يې (له حرامو مالونو او شهوته) ساتي او د کېڅ او سختيو ياد يې ورسره وي او اُخروي ژوند(او د کړنو شمېرانه، سزا او بدله) شته[149]

ðزما او له کورنۍ سره مې مينه په اوو ځايونو کې ګټوره ده،چې ډېر ډار او هيبت پکې دى:(١) د مړينې پر مهال (٢) په کېڅ کې (٣) له کېڅه د راپاڅېدو پرمهال ( ) د کړنليک د اخستو پر مهال (٥) د حساب پر مهال (٦) د قيامت په نیاوتون – محکمه کې( ٧) او له”صراط”ځنې په تېرېدو کې[150] .

ðڅوک مې چې تر مړينې وروسته د کېڅ زيارت وکړي، د هغه په څېر به وي،چې په ژوندون يې زما پر لور هجرت کړى وي؛ نو که مو ونکړاى شو؛ نو له لرې راباندې سلام واچوئ،چې رارسي[151] .

ð زما د کېڅ او منبر ترمنځ واټن د جنت له باغونو يو باغ دی[152] .

ðڅوک چې زما د کېڅ ترڅنګ سلام راباندې واچوي؛ اورم يې او چې له لرې يې راباندې واچوي رارسي[153] .

ðکېڅ د آخرت لومړى کور او پړاو دى،څوک چې له دې پړاوه بريالى ووت؛نو ورپسې پېښې ورته اسانې دي او که ناکام ترې راووت؛نو ورپسې پېښې (هم) له دې کمې نه دي[154] .

ðڅوک چې د ويدېدو پر مهال د(تکاثر)سورت لولي؛د کېڅ له فتنوخوندي کېږي[155] .

ðڅوک چې زما د کېڅ زيارت وکړي،جنت پرې واجبېږي[156] .

فقه او فقهاء

ðهر څيز يو بنسټ لري او “فقه” ددې دين بنسټ دى[157] .

ðفقهاء تر هغه چې دنيا ته ورننووتي نه وي، د پېغمبرانو امينان دي. وپوښتل شو: په دنيا کې د ننووتو مانا څه ده؟ آنحضرت وويل: د زمانې د (ظالمو) واکمنو لاروي او که دا کار يې وکړ؛ نو د خپل دين ساتنې لپاره ترې ډډه وکړئ[158] .

ðڅوک چې زما د امت لپاره په خپلو ديني چارو کې څلوېښت اړين احاديث زده کړي؛ نو خداى تعالى به يې د فقهاوو اوعالمانو په لړ کې راپاڅوي [159].

ðپرهېزګاران (د قوم) ښاغلي او فقها يې مخکښان دي او ناسته پاسته ورسره عبادت دى[160] .

ðزما د امت دوې ډلې دي، که سمې وې؛ نو امت مې سمېږي او چې فاسدې شي؛ نو امت مې فاسدېږي: فقها او واکمن[161] .

ðخداى دې هغه بنده خوشحاله کړي،چې خبره مې واوري،ياده يې کړي او نااورېدلي ته يې ووايي. ډېر داسی دي،چې پخپله پوهان نه دي؛ خو پوهه لېږدوي او ډېر داسې (هم) دي،چې پوهه تر ځان پوهو ته رسوي[162] .

ðمؤمن (فقيه) چې مړ شي؛ نو اسلام ته داسې زيان رسي، چې هيڅ څيز يې سکېنده – جبرانولاى نشي او ټول زيارتونه او جوماتونه،چې عبادتونه يې پکې کړي، پرې ژاړي[163] .

فضيلت اوغورواى

ðپه دنيا او آخرت کې تر پېغبرانو وروسته غوره خلک هغه دي، چې خداى تعالى پرې ګران وي او دوى هم د خداى لپاره يو بل ته ګران وي[164] .

ðعقلمن ډېرغوره خلک دي[165] .

ðد ايمان له پلوه،د ښه خوى خاوندان غوره خلک دي[166] .

ðد مرتبې او مقام له اړخه هغه مؤمن خداى ته غوره دى،چې د نېکۍ پر وړاندې يې ناشکري وشي[167] .

نشتمني او نيستي

ðخداى تعالى (ځينو) بندګانو ته بېوزلي په امانت ورکړې؛نو چا چې پټه کړه، خداى د هغه انسان بدله ورکوي،چې د ورځې روژه او د شپې پر تهجدو ولاړ وي او څوک چې دا (امانت) هغه ته ووايي،چې اړتيا يې پوره کولاى شي او ورپوره يې نکړي؛ نو لکه چې وژلى يې دى؛خو نه په توره او تېغ؛بلکې خپه او “زړه ماتى” کړى يې دى،چې دا هم وژنه ده[168] .

ðنږدې وه، چې نشتمني پر کفر واوړي او نږدې وه،چې کينه په قضا و قدر کې ادلون بدلون راولي[169]!

ðخيانت د بېوزلۍ لاملېږي[170] .

ðد ياقوتو ګوته پر ګوته کړئ،چې نشتمني له منځه وړي[171] .

ðهغه حقيقي مؤمن دى،چې نشتمن پخپلو شتمنۍ کې شريک کړي او د ځان په اړه له خلکو سره په انصاف کې وي[172] .

ðپوه شئ څوک چې مسلمان نشتمن ته ټيټ وګوري؛نو په رښتینه کې يې د خداى حق ته سپک کتلي او پاک خداى يې په قيامت کې خواروي؛ خو دا چې توبه وباسي[173] .

ðڅوک چې د نشتمن مسلمان درناوى وکړي؛نو په قيامت کې،چې خداى ويني،ترې خوښ به وي[174] .

ðپه قيامت کې به نشتمن، شتمنو ته وايي: پالونکيه!هغوى راباندې تېرى وکړ،هغه حقوق يې رانکړل،چې تا يې پرې ورکړه فرض کړې وه[175] .

ðبېوزلي،چې د چا ګرېوان نه خوشې کوي؛نو “لاحول ولاقوة الابالله” دې دومره ووايي،چې خوشې يې کړي[176] .

ð(ګدا) نشتمن،چې خپلې اړتياوې وايي؛ نو خبرې يې مه پرېکوئ،که (ځينو) مسکينانو دروغ نه ويل؛ نو چا چې يې غوښتنه نه منلاى؛نو بريالى کېداى نشو[177] .

ð ګدا نشتمن مه پرېږدئ،که څه ناڅیز څه ورکړئ[178] .

ð (په نیاوتون – محکمه کې) د ګدا نشتمن شهادت نه قبلېږي[179] .

ðدوه چارې مې ښې نه ايسي،چې بل راسره پکې شريک شي: په اودس کولو کې، چې د لمانځه يوه برخه مې ده او په خپل لاس مې ګدا ته له خپلې صدقې ورکړه،چې د رحمان خداى (د رحمت) لاس ته رسي[180] .

ðګدا چې خپلې اړتياوې څرګندوي؛نو د”نړۍ پال” استازى دى، چې خلک وازمېيي؛ نو چا چې ورسره مرسته وکړه؛لکه چې له خداى سره يې مرسته کړې وي. چا چې پرېښود؛نو په حقيقت کې يې خداى پرېښى دى[181].

ðبېوزلي تر شتمنۍ غوره ده ؛خو که څوک يې د زيان زغم لرلاى شي او په سختيو کې هم له خلکو سره مرسته وکړي[182] .

ð بېوزلي سور مرګ دی. وپوښتل شو: مطلب مو له پیسو بېوزلي ده؟ آنحضرت(ص)ورته وویل: نه! د دين نيستي سور مرګ دى[183] .

ð بېوزلي مې د وياړ لامل دى او پر نورو انبياوو (ع) پرې وياړم[184] .

ðخدايه! مسکين مې ژوندى لرې او مسکين مې مړ کړې او له مسکينانو سره مې راپاڅوې[185] .

ð تر شتمنۍ وروسته بېوزلي او تر بېوسۍ وروسته ګناه کول څومره ناوړه چارې دي او تر دې هغه ډېره ناوړه چار دی، چې څوک خداى نمانځي؛ خو بيا يې عبادت پرېښى وي[186] .

ځانمني

ðتر ځانمنۍ بوږنوونکی څيز نشته[187] .

ðوياړنه او ځانمني د حسب او نبېري آفت دى[188] .

ðترځانمنۍ ډېر ډارن يوازېتوب نشته[189] .

ðكه نه واى،چې مؤمن ته تر ځانمنۍ (او كبر،چې ما ګناه نه ده كړې) ګناه كول غوره دى؛نو خداى خپل مؤمن بنده ته دګناه كولو فرصت نه وركاوه[190] .

ملاماتي لاملونه

ðڅلور څيزونه د انسان ملاماتوي:(١) واکمن،چې ګناه کوي او لارښوونې يې منل کېږي (٢) هغه مېرمن،چې مېړه يې پالي؛خو دا ورسره خيانت کوي (٣) هغه بېوزلي،چې خاوند يې ورته وتلار نشي مونداى(٤) او ناوړه ګاونډى،چې اوږد ګاونډيتوب دې ورسره وي[191] .

بلنه

ðدرې څيزونه جفا ګڼل كېږي: (۱) دا چې څوک له چا سره ملګرتوب كوي؛خو نوم او تخلص يې ونه پوښتي (۲) دا چې څوك دې وبلي؛خو ويې نه منې اوكه ويې ومني (او ورشي؛خو) څه ترې ونه خورې (۳) او مېړه،چې له لوبو او ملاعبې پرته له خپلې مېرمن سره كوروالى كوي[192] .

ðد خپل امت حاضرو او غايبو ته سپارښتنه كوم،چې د مسلمان بلنه ومني، كه څه پینځه ميله لرې وي؛ ځكه دا (بلنه) د دين يوه برخه ده[193] .

ðهغه ډېر بېوسى دى،چې خپل مؤمن ورور يې خوړو ته وبلي؛نو بې له كوم علته ورنشي[194] .

ðڅوك چې بلنه و نه مني؛نو د خداى او د هغه د استازي سرغړونه يې كړې ده او د خداى او استازي يې هغه وليمه بده ايسي،چې شتمن پکې وي او بېوزلي ورته رابلل شوي نه وي[195] .

تېراېستنه

ðمسلمان چل او ټګۍ والا نه دى[196] .

ðڅوك چې له مسلمان سره ټګي وكړي او يا له چا سره خيانت وكړي؛نو له موږه نه دى[197] .

ðڅوك چې له مسلمان سره په راكړه وركړه كې ټګي وكړي؛نو له موږه نه دى او د قيامت پر ورځ به له يهودو سره راپاڅي؛ځكه څوك چې خلك تېر باسي؛نو مسلمان نه دى[198] .

ðڅوك چې له مسلمان سره ټګي وكړي يا ورته زيان ورسوي يا ورسره چل وكړي؛نو له موږه نه دى[199] .

ðڅوك چې له خپل مسلمان ورورسره چل ول وكړي؛نو خداى د هغه له روزۍ بركت اخلي او ژوند يې فاسدوي او ځان ته يې پرېږدي[200] .

دنيا

ðله دنيا سره مينه د ټولو ګناهونو سرچينه ده[201] .

ðدنيا يوه “مرداره” ده، چې غوښتونكي يې سپي دي[202] .

ðكه دنيا يوه “مړۍ” واى او مسلمان خوړه او بيا يې ((الحمدلله)) ويل؛ نو دا وينا ورته تر دنيا او څه چې پکې دي،غوره وه[203] .

ðپوه شئ،چې دنيا يو ژور سمندر دى،چې ډېر پکې ډوب شوي؛خو “آل محمد” یې د ژغورنې بېړۍ ده[204].

ðدنيا او پيسو تر تاسې مخكې له منځه يووړل او تاسې به هم هلاك كړي[205] .

ðدنيا مؤمن ته زندان او د سختۍ ځاى دى او كافر ته جنت او دسوكالۍ ځاى دى[206] .

ðله دنيا سره مينه؛د هرې سرغړونې جرړه او د هرې ګناه بنسټ دى[207] .

ðدنيا د مؤمن زندان او د کافر جنت دى[208] .

ð دنيا د آخرت کرونده ده[209] .

ð له دنيا سره مينه د هرې تېروتنې او ګناه سرچينه ده[210] .

ð زړونه مو د دنيا په ياد مه بوختوئ[211] .

ملګرى

ðعقل د سړي ملګرى او ناپوهي يې دښمنه ده[212] .

ðد علم زده کړیال مې ملګرى دى او تر پرښتو هم راته ډېر ګران دى او چا يې چې عزت وكړ؛ نو زما عزت به يې كړى وي او چا چې زما عزت وکړ؛نو د خدای عزت به يې كړى وي او چا چې د خداى عزت وكړ؛ نو جنت پرې واجبېږي؛ځكه خداى ته بې له علمه بل هيڅ هم ګران نه دي او د خداى يو ساعت علمي ویینه تر لس زر كلن عبادته ښه ايسي او د قيامت پر ورځ دې د علم پر زده كړي خوشحالي وي [213].

له سوکړې د ژغورنې لاملونه

ðامت به مې تل په خير كې وي كه دا (لاندې) ځانګړنې ولري او كه و يې نه لري؛په سوکړې او كمبودۍ به اخته شي: له يو بله سره مينه ولري، يو بل ته ډالۍ وركړي، امانت خپل خاوند ته وسپاري،له حرامو ډډه وكړي، مېلمه پال وي، نمونځ وكړي او زكات وركړى[214] .

ليده كاته او زيارت

ðڅوك چې د خپل مسلمان ورور كتو ته كور ته يې ورشي؛ نو خداى تعالى ورته وايي: زما مېلمه يې او مېلمستيا دې پر ما ده ؛ځكه چې مينه دې ورسره درلوده؛ نو جنت مې درته واجب كړ[215].

ðڅوك مې،چې تر وفات وروسته زيارت وكړي؛نو داسې دى،چې پر ژوند مې ماته مهاجر شوى وي او كه ويې نشو كولاى؛ نو سلام دې راباندې واچوي؛ځكه رارسي[216] .

ðڅوك چې هره جمعه د خپل موروپلار يا يوه قبر ته ولاړ شي او ورباندې د “ياسين” سورت ووايي؛ نو خداى تعالې ترې د هغه سورت د هر ټكي هومره ګناهونه بښي[217] .

ðد خپلو مړيو زيارت ته ورشئ او درود او سلام پرې ووايئ؛ځكه زيارت يې درته پند او عبرت دى[218] .

دينار او درهم ( پيسې)

ðڅوك چې د پيسې بنده شي؛نو ډېر سخت ملعون دى[219] .

ðداسې وخت به راشي،چې ګېډې به د خلكو خداى يې وي، ښځې به يې قبله وي، پيسي به يې دين وي او شتمني به يې شرف وي، ايمان به تش په نوم وي،اسلام به يې يوازې په ظاهره وي او د قرآن به يوازې ليك پاتې وي، جوماتونه به يې اباد؛ خو زړونه به يې له لارښوونې تش او ويجاړ وي،عالمان به يې د ځمكې ډېر ناوړه خلك وي؛ نو پر داسې مهال به خداى هغوى پر څلورو بلاوو اخته كړي: (۱) د واكمن په ظلم (۲) اوږده سوکړه (۳) ظلم او (۴) د ورمندګرو – قاضيانو ظلم. اصحاب پردې خبرې حيران شول او ويې پوښت: رسول الله(ص)! ايا هغوى بوتنمانځي دي؟ آنحضرت ورته وويل: هو! هره پيسه ورته يو بوت دى[220] .

دين

ðزما دوست جبرئيل راته وويل: دا دين د ونې په څېر دى،چې ډډ يې ثابت دى او نمونځ يې ريښي دي،زكات يې اوبه دي، روژه يې ښاخونه دي، پاڼې يې ښه خوى دى او له حرامو ډډه كول يې مېوه ده او؛ لكه څرنګه چې دا ونه يوازې په مېوه بشپړېږي؛ نو ايمان هم يوازې له حرامو په ډډه كولو بشپړېږي[221] .

ðجبرئيل راغى او ويې ويل: احمده! اسلام لس برخې لري او څوك چې له دې كومه برخه ونلري؛نو ناكامېږي: د((لا اله – الا الله )) شهادت،چې دا كلمه ده. نمونځ، چې د پاكۍ او سپېڅلتيا لامل دى. زكات، چې دا فطرت دى. روژه، چې دا پناه ځى دى. حج، چې دا شريعت دى. جهاد، چې دا عزت دى. پر نېكيو امر، چې دا وفا ده. له بديو منع، چې دا دليل دى. په جماعت نمونځ، چې دا صميميت دى او اطاعت، چې دا مصونيت دى[222] .

ðله دينوالو سره ناسته پاسته د دنيا او آخرت د شرف لامل ده[223] .

ðد دين ډېر ناوړه مرستندويان دا دي: (۱) ځاني غوښتنې (۲) د حريص ګېډه (۳) او ډېر شهوت[224] .

ðڅوك چې د خداى د غوسې په بيه كوم واكمن له ځانه راضي كړي؛ نو د خداى له دينه وتلى دى[225] .

ðانسان د خپل دوست او ملګري پر دين وي؛نو بايد له خدايه ووېرېږي او وګوري،چې له چا سره ملګرى كېږي[226]

ðڅوك چې خپلې ژمنې نه پوره كوي؛نو دين نلري[227] .

ðخداى تعالى وايي: څوك چې زما خبرې پخپله ګټه تفسيروي؛ نو پر ما يې ايمان راوړى نه دى او څوك چې ما له خپل مخلوق سره ورته او تشبيه كوي؛نو زه يې نه يم پېژندلى او څوك چې زما په دين كې قياس وكړي؛ نو دين نلري[228] .

رښتيا

ðرښتيا ويل د خبرې ښكلا ده[229] .

ðكه چا دا څلور ځانګړنې درلودې؛نو كه څه هم له سره تر پښو ګناهګار وي؛ نو خداى به يې ورته په ثوابونو واړوي: (۱) رښتيا ويل (۲) حياء ( ۳) ښه خوى (۴) او شكر اېستنه[230] .

ربا

ðتر ځان وروسته مې امت ته له “حرامو”،”پټ شهوت ” او “سوده” ډارېږم[231] .

ðسودخور، سود وركوونكى، د سود ليكونكى او پرې ږوی – شاهد په ګناه كې يو شان دي[232] .

ðد مسعود زويه ! څوك چې له خپلې مور سره زنا وكړي؛نو خداى ته دا تر هغه ډېره اسانه ده،چې د ږدن دانې هومره سود وخوري[233] .

ðسود خوړل ډېر ناوړه كسب دى[234] .

ðڅوك چې سود وخوري؛نو خداى يې د سود هومره اور په ګېډه كې اچوي او څوك چې له سوده څه شتمني ترلاسه كړي؛ نو چې د بڅري هومره ورسره وي، خداى عمل يې نه قبولوي او تل به پرې د خداى او پرښتو لعنت وي[235]

ðڅوك چې راكړه وركړه كوي؛ نو پينځو ځانګړنو ته دې يې پام وي او كه دا كار ونكړي؛ نو غوره ده،چې نه وپيري او نه يې وپلوري او هغه دا دي: ربا، قسم خوړل، د جنس د عيب پټول، د پلورنې پر مهال يې صفت كول او د پېرنى پر مهال يې بد ويل[236] .

د رجب مياشت

ðڅوك چې د رجب په مياشت كې يوه ورځ روژه شي؛نو جنت پرې واجبېږي[237] .

ðرجب يوه ستره مياشت ده،چې د ښو كارونو ثواب يې دوه ګرايه كېږي او څوك چې پکې يوه ورځ روژه شي؛نو د داسې چا په څېر به وي،چې يو كال يې روژه نيولې وي[238] .

د روژې مياشت

ðخلكو! خدای د رمضان میاشت درته ځانګړې كړې ده او تاسې يې پکې نناېستي ياست او تر ټولو مياشتو غوره ده او داسې يوه شپه پکې ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده او خدای پر هغه شپه د جهنم ورونه تړي او د جنت ورونه پرانستل كېږي؛ نو څوك چې په دې شپه پوه شو او ونه بښل شو؛ نو خداى له خپل رحمته لرې كړی دی او چا چې خپل مور و پلار وليدل او و نه بښل شو؛ نو خداى له خپل رحمته لرې كړی دى . څوك چې زما نوم واخلي او صلوات (او درود ) راباندې و نه وايي ؛نو خداى نه دى بښلى او له خپل رحمته يې لرې كوي .

ðخلكو! د روژې مياشت چې راوخېژي؛ نو سرغړانده شيطانان (په ځنځيرونو) تړل كېږي او د اسمان، جنت او رحمت ورونه پرانستل كېږي او د جهنم ورونه تړل كېږي او دعاوې قبلېږي او خداى تعالى د روژه ماتي پر مهال يو ډېر شمېر د دوزخ له اوره ژغوري او د دې مياشتې په هره شپه كې جارچې غږ كوي،چې: اړمن يا بښنه غوښتونكى شته؟[239]

ðپېغمبراكرم (ص) “جابر بن عبدالله انصاري” (رض) ته وويل : د روژې په مياشت كې،چې څوك د ورځې روژه او د شپې په يوه برخه کې عبادت وكړي او خپله ګېډه او شرمځى پاك وساتي او د خپلې ژبې خيال هم ورسره وي،د روژې پر پاى ته رسېدو له ګناهونو پاكېږي. جابر وويل : رسول الله (ص)! څومره ښه حديث دې ووايه . آنحضرت ورته وويل : خو شرطونه يې ډېرسخت دي[240] .

ðد روژې مياشتې د وروستيو لسو ورځو اعتكاف د دوو حجونو او دوو عمرو انډول دى[241].

ðخداى د رمضان په مياشت كې روژه فرض كړې ده او مؤمن، چې د خداى رضا ته پکې روژه ونيسي؛نو پاک خداى يې ګناهونه داسې بښي؛ لكه له موره،چې زېږېدلى وي[242] .

روژه

ðروژه د جهنم د اور ډال دى[243] .

ðپه ژمي كې روژه، يو مبارك غنيمت دى[244] .

ðروژه يو ډال دى؛يعنې د دنيا د آفتونو او د اخرت د عذاب خنډ دی[245] .

ðپه ګرمۍ كې روژه د خداى په لار كې جهاد دى[246] .

ðڅوك چې روژه تي ته روژه ماتى وركړي؛نو د روژه تي په ثواب كې شرېكېږي، بې له دې،چې د روژه تي له ثوابه څه كم شي[247] .

ðڅوك چې د خداى په لار كې يوه ورځ روژه ونيسي؛نو د يو كال د روژې نيولو هومره ورته ثواب وركول كېږي[248]

ðڅوک چې د شعبان په میاشت کې شپږ ورځې روژه شي؛نو خدای ترې اویا بلاوې تمبوي[249].

ðد خداى په راز كې روژه ونيسئ. وپوښتل شو : د خداى راز څه دى؟ آنحضرت ورته وويل : يوم الشك (د شك ورځ )[250] .

ðاسمانونه د شعبان د مياشتې په هره پنجشنبه كې پاكېږي او پرښتې وايي: پالونكيه! ددې ورځې روژه تي وبښې او دعا يې قبوله كړې؛نو ځكه څوك چې يوه ورځ روژه ونيسي؛نو خداى يې بدن پر اور حراموي[251] .

ðشعبان زما او رمضان د خداى مياشت ده؛نو څوك چې زما په مياشت كې يوه ورځ روژه شي؛نو زه يې په قيامت كې شفاعت كوم او څوك چې د رمضان روژه ونيسي؛نو پاک خداى د دوزخ له اوره يې ژغوري[252] .

ðپاک خداى پرښتو ته دنده وركړې،چې روژه تيانو ته دعا وكړي[253] .

ðد روژه تي خوب عبادت او ساه اخستل يې تسبيح ده[254] .

ðهر څه زكات لري او روژه د بدن زكات دى[255] .

ðخداى تعالى د انسانانو بدلې لس ګرايه كوي؛خو بې له روژې،چې وايي: روژه زما لپاره ده او پخپله يې بدله وركوم[256] .

ðروژه يوازې ماته ده او زه يې بدله ورکوم[257] .

ðروژه تي که ويده هم وي؛خو چې د مسلمان غيبت يې نه وي کړى ؛نو د عبادت په حال کې دى[258] .

ðڅوک چې خداى ته يوه ورځ نفلي روژه ونيسي؛نو”الله” به يې جنت ته ننباسي[259].

ðد”روژه تي”خوب عبادت او ساه اېستل يې تسبيح ده[260].

ðخداى پرښتې روژه تيانو ته د دعا لپاره ګومارلي دي[261] .

ðد هر “روژه تي” دعا قبلېږي[262] .

ðهر څيز يو “ور” لري او روژه د عبادت “ور” دى[263] .

ðپشمنى کول د ورځې روژه اسانوي او غرمنى خوب مو د شپې پاڅون ته چمتو کوي[264] .

ð”روژه تي” دوه خوشحالۍ لري: يوه يې د روژه ماتي پر وخت او بله يې له خپل پالونکي سره د کتنې پرمهال[265]

ðد جنت په “ريان” وره يوازې روژه تيان ننوځي[266] .

ðهر څيز زکات لري او د بدن زکات روژه ده[267].

ðروژه ونيسئ او د روژې ورځې دې د خوراک څښاک ورځې په څېر نه وي[268] .

ð”شعبان” زما او”رمضان” د خداى مياشت ده؛ نو څوک چې يوه ورځ زما په مياشت کې روژه شو؛نو زه به يې د قيامت پر ورځ شفيع شم او چا، چې د رمضان مياشت روژه ونيوه؛ نو د دوزخ له اوره بچ شو[269].

ðڅوک چې د ثواب لپاره يوه ورځ نفلي روژه ونيسي؛نو بښنه يې لازمېږي [270] .

ðڅوک چې د خداى په لار کې يوه ورځ روژه شي؛نو خداى يې مخ د اويا کالو واټن هومره له دوزخه لرې کوي[271]

ðروژه ونيسه،چې هيڅ چار(عمل) د هغې په څېر نه دى[272] .

ð”روژه تي” چې چټي خبرې او چارې پرېنږدي؛ نو خداى يې لوږې او تندې ته اړنه دى[273] .

ð”د قدر شپه” د رمضان په وروستيو لسو طاقو شپو کې ولټوئ[274] .

ðپشمنى وکړئ؛ځکه برکت پکې دى[275] .

ðپينځه څيزه روژه ماتوى: ١- دروغ ويل ٢- غيبت کول ٣- خبرې وړل راوړل ( چغلي ) ٤ – پر شهوت ليده کاته ٥ – په دروغو قسم خوړل[276] .

ðروژه ونيسئ،چې روغتيا ومومئ[277] .

ðروژه نيمايي زغم دى[278] .

ðروژه يو ډال دى؛خو چې په دروغو اوغيبت يې ماته نکړي[279] .

ðد”روژه تي” خوب عبادت،چوپتيا يې تسبيح او د کړنو(ثواب يې) دوه ګرايه دى؛دعا يې قبلېږي او ګناهونه يې بښل کېږي[280] .

ðد “روژه تي” دعا نه ردېږي[281] .

ðڅوک چې روژه تي ته روژه ماتى ورکړي (؛نو) د روژه تي هومره ثواب يې کېږي[282] .

ðروژه ، د دوزخ د اور پر وړاندې يو ډال دى[283] .

[1] (الکافي٢\ ٣٣٥)

[2] (الا مالى للمفيد : ٥٣٠)

[3] (مستدرک الوسايل ١٤\٢٥٠ )

[4] (بيهقي)

[5] (مکارم الاخلاق : ٣٨٨)

[6] (مستدرک الوسايل ٢\٤١١)

[7] ( تفسير القمي ٢\٢١٠ )

[8] ( المستدرک الوسايل : ٦\٤٧١)

[9] ( الکافي :٢\٦٥٩)

[10] (مستدرک الوسايل ١١\٣٧٠)

[11] (مستدرک الوسايل ١١\٢١٧)

[12] ( ميزان : ١٤٧٠١ ح )

[13] ( کنز: ٧٦٩٤ح )

[14] ( کنز ٣/٤٩ )

[15] ( کنز ٣/٤٨ )

[16] ( بخاري )

[17] ( ابوداوود )

[18] ( احمد )

[19] ( بخاري – مسلم )

[20] ( احمد – ترمذي)

[21] ( احمد – طبراني )

[22] ( الکافي ٢\٣٠٢)

[23] (مستدرک الوسايل ١\ ٣٥٣ )

[24] ( الکافي ٥\٥١٥)

[25] (مستدرک الوسايل ١٤\٣٣٣)

[26] (الکافي ٢\٢٣٩)

[27] ( مشکاة الانوار : ٣٠٩مخ )

[28] ( مستطرفات السرائر: ٦١٥)

[29] ( علل الشرايع ٢\٤٩٨)

[30] ( کنز ٨/٤٣٥)

[31] ( عدة الداعي : ١٦٨)

[32] (ترمذي ٩\٤٣. احمد ٣\١٩)

[33] (تخريج زين الدين ابى الفضل العراقى الاحاديث احياء العلوم الدين للغزالى ٣ / ١٧)

[34] (ناصف ٥/ ٢٩٨ – ٢٩٩ )

[35] (شيباني ٤/ ٥٥ )

[36] (المعجم المفهرس لالفاظ الحديث النبوي ٤/ ٢٥)

[37] ( مشکاة الانوار : ٢٠٩)

[38] (احمد–طبراني)

[39] ( احمد )

[40] (الکافي ٢/ ٣٠٢)

[ په مراة العقول ( ١٠ / ١٤١) کې دي:د شاتو له خرابېدو مطلب دا دى،چې سرکه د شاتو خوږوالى له منځه وړي او له ګډېدو يې يو بل څه منځ ته راځي،چې شات نه دي او غوسه هم له ايمان سره نه يو ځاى کېږي او د ايمان ګټې له منځه وړي. ]

[41] ( الکافي ٥ / ١٦٢)

[42] ( جامع الاخبار: ١٦٠ مخ)

[43] (مستدرک الوسايل ١/ ٣٥٣ )

[44] (عيون اخبار الرضا ٢/ ٢٧ )

[45] ( مستدرک الوسايل ١٢/ ١٥)

[46] ( مشکاه الانوار: ٣٠٩)

[47] (الامالي للطوسي: ١٨٢)

[48] ( شيباني ٣/ ٢٤٦)

[49] (نووي ١/ ٥٣٣ . شيباني ٣/ ٢٤٧ )

[50] (شيباني ٣ / ٢٤٦)

[51] (نووي ١ / ٧٩)

[52] (ابوداوود: ٢/ ٢٤٩، ٤٧٨٣ حديث. احمد: ٥/ ١٥٢ )

[53] ( ابوداوود: ٤/ ٢٧٩ – ٤٩١٤ حديث)

[54] ( النوادرللراوندي : ٣٦)

[55] (مستدرک الوسايل : ١\٩٠)

[56] ( الکافي ٢\١٨٩)

[57] ( الکافي ٢\ ١٤٥)

[58] ( وسايل الشيعه : ١٦١١٠ )

[59] ( الکافي: ١\٤٤)

[60] ( مستدرک الوسايل ١\ ٢٨٩)

[61] ( الکافي ١\٧٠)

[62] (الکافي ٢\ ٨٧)

[63] ( مستدرک الوسايل : ١\ ١٠١)

[64] (بحارالانوار ٧٣\٤٣)

[65] (الکافي ٢\٧١)

[66] ( مستدرک الوسايل ١٣\٤٨)

[67] (بحارالانوار ١٠١\ ١٣٢)

[68] ( جامع الاخبار: ١٠٢)

[69] (بحار: ١٠٣)

[70] (روضة الواعظين: مخ ٥٠١)

[71] ( الامالي للطوسي :٥٢٥)

[72]  (پورته)

[73] (پورته)

[74] (مستطرفات السرائر: ٦٢٠مخ )

[75] ( مستدک الوسايل : ١٣ \ ٤٦٠)

[76] (علل الشرايع ٢\٤٦٢)

[77] ( الکافي : ٢\٣٤٨)

[78] ( الکافي : ٧\٢٧٤)

[79] ( من لايحضره الفقيه : ٤\٢٠)

[80] ( اسد الغابة ٤\٣١، ينابيع المودة ٢\٨٥)

[81] ( مستدرک الوسايل ٩ \ ٣٤٧)

[82] (مستدرک الوسايل ٩\٣٧٥)

[83] (مشکاة الانوار:٧٨)

[84] ( الامالي للصدوق : ١٩٧)

[85] ( بحارالانوار ٦٩ \١٠٥)

[86] ( ثواب لااعمال : ٢٣١)

[87] ( الامالي للطوسي : ٣٦٦)

[88] (التمحيص : ٤٨)

[89] (الخصال ٢\٤۵٠)

[90] (کنزالعمال (١١\٦٢٥،الکامل ﻻبن عدى۴/۱۰،دبغداد تاريخ: (٧\ ٤٣٣، الموضوعات ﻻبن الجوزي: ١\٣٤٧،سيراعلام النبلا٨\٢٠٥) ميزان الاعتدال :١ \٤٧١، البداية والنهاية:(٧\٣٩٥) ذهبي تاريخ اﻻسلام(٢٦\٧٧)

[91] (الکافي ٢\٨٤)

[92] (مستدرک الوسايل ١٥\٢٥٧)

[93]  (اﻻمالي للصدوق:٣٠٨)

[94] (روضة الواعظين ٢\٤٥٧)

[95] (بحارﻻنوار:٦٧\٧١)

[96] (اﻻمالى للطوسي : ١٦٦)

[97] (الکافي ٢\٦٦٨)

[98] (اﻻمالى للصدوق : ٥٤٣)

[99] ( بحاراﻻنوار ٦٣\٣٣٠)

[100] (قرب اﻻسناد: ٥٧)

[101] (الکافي: ٢\٦٦٨)

[102] (علام الدين :١٤٦)

[103] ( ثواب لااعمال : ٢٠٠)

[104] ( الامالي للمفيد : ٦٧)

[105] الوافي : ٣\٧١٠]

[106] ( مستدرک الوسايل ١١\٢٤٥)

[107] ( مستدرک الوسايل ١١\٢٤١)

[108] ( مستدرک الوسايل ١١\ ٢٤٧)

[109] ( پورته منبع)

[110] (مستدک الوسايل ١١\٢٤٠)

[111] ( مستدرک الوسايل ١١\٢٤٤)

[112] ( جامع الاخباره : ٩٦مخ )

[113] ( مستدرک الوسايل ٤\٢٥٧)

[114] ( مستدرک الوسايل ٤\٢٦١)

[115] ( الکافي ٢\١٦١)

[116] ( جامع الاخبار: ٣٩)

[117] ( الکافي ٢\٦١٤)

[118] ( وسايل الشيعه ٦\١٨٣)

[119] ( الکافي ٢\٦٠٢)

[120] (مستدک الوسايل ٤\٢٣٣)

[121] (وسايل الشيعه ٦\١٧١)

[122] ( بحارالانوار ٨٩ \ ١٠٠ )

[123] ( دحاکم نېشاپوري مستدرک : ٣\١٣٥،(صحة الذهبي فى التلخيص : ٣\ ١٣٤ معجم الاوسط ٥\ ١٣٥ فيض القدير: ٤\ ٤٧٠)

[124] (د حاکم نیشاپوري مستدرک : ٣\ ١٢٢- دامام احمد حنبل مسند : ٣\٣٣)

[125] ( مستدرک الوسايل ٤\٢٣٧)

[126] ( مستدرک الوسايل ٤\ ٢٣٥)

[127] (مستدرک الوسايل ٤\٢٣٥ )

[128] ( مستدرک الوسايل : ٤\٢٣٢)

[129] (وسايل ٨\١٥٥ )

[130] (وسايل ٦\١٧١)

[131] (مستدرک وسايل ٦\١٦٧)

[132] (الکافي ٢\٦٠٦)

[133] (الکافي ١\ ٦٠٣)

[134] ( الکافي ٤\٦٠٠ )

[135] ( وسايل الشيعه ٥\١٨٣)

[136] (وسايل الشيعه ٦\١٨٣)

[137] (مستدرک ٤/٢٣٥ )

[138] ( وسائل ٦/٢٠٠ )

[139] ( بحار ٩٢/١٩٩ )

[140] ( ميزان الحکمه : ١٦٤٩٧ح )

[141] ( الجعفريات : ١٨٩)

[142] ( الکافي ٢\٢٠٨)

[143] (ذخائر العقبى ٦٤مخ،جامع الصغير: ٢\١٧٧،کنزالعمال: ١١\ ٦٠٣، فيض القدير : ٤\ ٤٧ ،د بغداد تاريخ : ٧\١٢،ابن مردويه اصفهاني؛مناقب على بن ابيطالب : ١٠٧مخ)

[144] (صحيح بخاري ٤\ ٢٠٨، صحيح مسلم ٧\ ١٢٠ ،د ابن ماجه سنن ١\ ٤٣ ،دترمذي سنن ٥\٣٠٢)

[145] ( ذخائر العقبى ٦٣مخ )

[146] (د ابن مردويه اصفهاني مناقب علي : ١٠٨مخ ، د شيخ سليمان قندوزى حنفي ينابيع المودة : ١\ ١٧٣)

[147] (ثواب الاعمال ٢٣٦مخ )

[148] (فضل آل البيت للمقريزى : ١٣مخ )

[149] . (مستدرک الوسايل : ٨\٤٦٢)

[150] ( بحارالانوار ٧\ ٢٤٧)

[151] (تهذيب الاحکام ٦\٣)

[152] (بحارالانوار ٩٧\١٩٢)

[153] ( اوائل المقالات : ٧٣)

[154] ( الدعوات : ٢٥٩)

[155] (الکافي٢ \ ٦٢٣)

[156] (سنن الدارقطني ١\٢٤٤،فيض القدير ٦\١٨١، الدرمنثور ١\٢٣٧، ميزان الدعتدال ٤\٢٢٦)

[157] (عوالي الاللي ٤\ ٥٩)

[158] ( الکافي ١\٤٦)

[159] ( عوالي الاللي : ١\ ٩٥)

[160] ( الامالي لطوسي : ٢٢٥)

[161] ( الخصال ١\ ٣٦)

[162] (تفسير القمي ٢\ ٤٤٦)

[163] ( الکافي ١ \ ٣٨)

[164] (مستدرک الوسايل ١٢\٢٢٠)

[165] ( بحارالانوار ١\١٦٠)

[166] (مشکاة الانوار : ٢٢٣)

[167] ( الجعفريات : ١٨٩ مخ )

[168] ( الکافي٥\ ١٣٣)

[169] ( الکافي ٢\٣٠٧)

[170] ( الکافي ٥\١٣٣)

[171] (الکافي ٦\٤١٧)

[172] (الکا في ٢\ ١٤٧)

[173] ( بحارالانوار : ٦٩\٣٨)

[174] ( پورته منبع )

[175] (ارشاد القلوب ١\ ٣٦)

[176] ( المحاسن ١\٤٢)

[177] ( الکافي ٤\١٥)

[178] ( الکافي ۴ / ۱۵)

[179] (تهذيب الاحکام : ٦\ ٢٤٣)

[180] (الخصال ١\ ٣٣)

[181] ( الجعفريات : ٥٧)

[182] (بحارلانوار ٦٩\٥٦)

[183] (بحارالانوار ٦٥\٢١٥)

[184] (بحار ٦٩\٣١)

[185] ( بحارالانوار ١\١٩٨ )

[186] ( الکافي : ٢\٨٤)

[187] (من لايحضره الفقيه ۴ \ ۳۷۱)

[188] ( الكافي ۲\۳۲۸)

[189] ( بحارالانوار ۷۴\۶۶)

[190] (الامالي للطوسي : ۵۷۱)

[191] (بحارالانوار ٦٩ \٤٢)

[192] (قرب الا سناد : ۷۴مخ )

[193] (الكافي : ۶\ ۲۷۴)

[194] ( المحاسن ۲\ ۴۱۱)

[195] ( بحارالانوار ۷۲\ ۴۴۸ )

[196] ( عيون اخبارالرضا ۲\ ۵۰)

[197] ( الامالي للصدوق : ۲۷۰مخ )

[198] ( اعلام الدين : ۴۱۴)

[199] ( صحيفة الرضا :۴۳مخ )

[200] ( وسايل الشیعة ۱۷\ ۲۸۳)

[201] (التحصين لا بن فهد الحلى : ۲۷ مخ )

[202] (مصباح الشريعه : ۱۳۷مخ )

[203] (الامالي للطوسي : ۶۱۰ )

[204] (تفسير الامام العسكري : ۴۳۲)

[205] ( مشكاة الانوار : ۲۶۵مخ )

[206] ( مشكاة الانوار : ۲۶۶)

[207] (تنبية الخواطر ٢/ ١٢٢)

[208] ( تحف العقول : مخ ٥٣)

[209] ( عوالى اللئالى ١/٢٦٧)

[210] (کنز ٣/١٩٢)

[211] ( کنز ٣/١٩٨)

[212] ( المحاسن ۱ \ ۱۹۴ )

[213] ( مستدرك الوسايل ۱ \ ۳۰۰ )

[214] (وسايل الشيعة ۱۵\ ۲۵۴)

[215] ( الكافي ۲\ ۱۷۶)

[216] ( تهذيب الاحكام ۶\۳)

[217] ( بحارالانوار ۸۹\۲۹۳)

[218] ( مجموعة ورام ۱\ ۲۸۸)

[219] (الخصال ۱\ ۱۲۹ )

[220] (بحارالانوار : ۲۲\ ۴۵۳)

[221] ( بحارالانوار ۶۸\۲۰۷)

[222] ( علل الشرايع ۱\ ۲۴۹)

[223] ( الكافي ۱\ ۳۹)

[224] ( الكافي ۶\ ۲۶۹)

[225] ( الكافي ۲\ ۳۷۳)

[226] ( مستدرك الوسايل ۱۲\ ۳۱۲)

[227] ( النوادر للراوندي : ۵مخ )

[228] ( عيون اخبارالرضاء ۱\ ۱۱۶)

[229] ( بحار ۶۸\ ۹)

[230] ( الكافي ۲\ ۱۰۷)

[231] ( الكافي ۵\ ۱۲۴)

[232] ( من لايحضرالفقيه ۳\ ۲۷۴)

[233] ( مستدرك الوسايل ۱۳\ ۳۳۱)

[234] ( مجموعة ورام ۲\ ۹۲)

[235] ( ثواب الاعمال : ۲۸۵)

[236] ( الكافي ۵\ ۱۵۰)

[237] ( اقبال الاعمال : ۶۳۴)

[238] ( فضايل شهررجب : ۴۹۸مخ )

[239] (الكافي ۴ \ ۶۷)

[240] ( الكافي ۴\ ۸۷)

[241] ( من لايحضره الفقيه ۲۵\۱۸۸)

[242] ( تهذيب الاحكام ۴\ ۱۵۲)

[243] ( الكافي ۴\۶۲)

[244] ( وسايل الشیعه ۱۰\۴۱۴)

[245] (مصباح الشريعة : ۱۳۵)

[246] (مستدرك الوسايل ۷ \ ۵۰۵)

[247] (مصباح المتهجد: ۶۲۶)

[248] ( من لايحضره الفقيه : ۲\ ۸۶)

[249] ( وسایل: ۱۰ / ۴۹۸ )

[250] ( وسايل الشيعة ۱۰ \ ۳۱۰)

[251] (وسايل الشیعة ۱۰ \۴۹۳)

[252] (وسايل الشیعة ۱۰ \ ۵۱۲)

[253] (مستدرك الوسايل ۷\۴۹۷)

[254] (مستدرك الوسايل ۷\ ۴۹۷)

[255] (مستدرك الوسايل۷\۴۹۸)

[256] (مستدرك الوسايل ۷\ ۵۰۲)

[257] (جواهر السنته : ١٢٠ مخ)

[258] (تحف العقول: مواعظ النبي )

[259] ( وافي : ٢ ټ او کتاب الصيام: ٦ مخ)

[260] ( وسائل : کتاب الصوم ٢ حديث )

[261] (سفينة البحار ٢ /٦٤)

[262] (اثنى عشريه : ١٦مخ )

[263] (اثنى عشر يه :١٦ مخ )

[264] (وافي: ٢ ټ ،کتاب الصيام: باب فضل السحور ،٣٦ مخ )

[265] (پورته منبع)

[266] (پورته منبع )

[267] (روضة الواعظين/ ٣٥٠)

[268] (جامع الا خبار/٩٤)

[269] ( امالي صدوق : ٩١ مجلس ،٥حديث)

[270] (امالي صدوق: مجلس ٢ حديث .)

[271] (صحيح بخاري : ٢٨٤٠ حديث)

[272] (سنن نسائي)

[273] (صحيح بخاري )

[274] (صحيح بخاري )

[275] ( صحيح بخاري او مسلم )

[276] (نهج الفصاحه ١٤٥٩ حديث )

[277] (نهج الفصاحه : ٨٥٤ حديث )

[278] ( نهج الفصاحه : ١٨٥٥ )

[279] (نهج الفصاحه : ١٨٨٦ مخ )

[280] (نهج الفصاحه:٣١٣٩ )

[281] ( مسنداحمد ٢/٧)

[282] (سنن الکبرى ٤/٢٤٠ )

[283]  ( بحار ٤/ ٦٣٢)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!