تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي احادیث دوستي ðليده كاته دوستي زياتوي[1] . ðسړى له هغه سره وي،چې ښه يې ايسي[2] . ðد ايمان ډېره ټينګه رسۍ د خداى لپاره دوستي او دښمنى ده او (همداراز) د خداى له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو يې بېزاري ده[3]. ðمسلمان […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي احادیث

دوستي

ðليده كاته دوستي زياتوي[1] .

ðسړى له هغه سره وي،چې ښه يې ايسي[2] .

ðد ايمان ډېره ټينګه رسۍ د خداى لپاره دوستي او دښمنى ده او (همداراز) د خداى له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو يې بېزاري ده[3].

ðمسلمان كه درې ځانګړنې ولري؛نو د خپل مسلمان ورور ملګرى يادېږي:(۱) د ليدنې پر وخت ورسره په ورين تندي مخ شي (۲) د ناستې پر مهال ورته ځاى وركړي (۳) او كوم ښه نوم يې،چې خوښېږي، پرې ياد يې كړي[4] .

غازي

ðد هر نعمت پوښتنه كېږي؛خو دا چې غازي يا حاجي ترې ګټه واخلي[5] .

ðچا چې څوك حج ته ولېږه يا يې كوم غازي سمبال كړ يا يې د كورنۍ اړتياوې ورته لرې كړې يا روژتي ته روژه ماتى وركړي؛نو په ثواب كې ورسره شريك دى،بې له دې،چې له ثوابه يې څه كم شي[6] .

ðڅوك چې د مؤمن غازي غيبت وكړي يا يې وځوروي او يا يې د كورنۍ اړتياوې لرې نه کړي؛ نو د قيامت پر ورځ ورسره دښمني كېږي او ښه كړه وړه يې پوپنا كېږي بيا په اور كې غورځېږي او دا ټول تر هغه وخته پورې وي، چې غازي د خداى د امر لاروى وي[7] .

ðڅوك چې دغازي “ليك” ورسوي؛ نو د هغه په څېر دى، چې مریى يې ازاد كړی وي او د غازى په ثواب كې شريك (هم) دى[8] .

رسوايي

ðپه دنيا كې رسوايي د آخرت تر رسوايۍ ډېره اسانه ده[9].

د مسلمانانو چارو ته پاملرنه

ðڅوك چې ګهيځ له خوبه راپاڅي او د مسلمانانو د چارو د سر ته رسولو پام ورسره نه وي او څوك چې د چا چغه اوري،چې: مسلمانانو! خو دى يې ځواب ورنکړي (؛نو) مسلمان نه دى. خلك د خداى كورنۍ ده او خداى ته هغه ډېر ګران دى،چې كورنۍ ته يې ګټور وي او كورنۍ يې خوشحاله كړي[10] .

ðڅوك چې اړمن ته څه صدقه ورسوي؛نو څومره،چې صدقه وركوونكى ثواب وړي؛نو دى يې هم وړي، بې له دې،چې د صدقه وركوونكي له ثوابه څه كم شي[11] .

بډې

ðله بډو ډډه وكړئ؛ځكه محض كفر دى او ورته بېخي د جنت بوى نه رسي[12] .

رنګونه

ðپه جامو كې سپين رنګ ډېر ښكلى دى؛نو مړيو ته مو سپن كفونه واغوندئ[13] .

ðسرخي د شيطان ښكلا ده او د شيطان سور رنګ ښه ايسي[14] .

ورځې

ðباد مه كنځئ؛ ځكه د خداى استازى دى او همداراز غر، زمانه، ورځې و شپې مه كنځئ؛ ځكه ګناه كوئ او دا كنځل ورګرځي[15] .

ðڅوك چې غواړي،د خپلې ورځې نحس (بدمرغي) لرې كړي؛ نو خپله ورځ دې په صدقه وركولو پيل كړي؛ ځكه پاک خداى پرې د ورځې نحس له منځه وړي[16] .

ðپاک خداى په ورځو كې ځان ته د جمعې ورځ غوره كړې ده[17] .

ðد جمعې ورځ د ټولو ورځو ښکلې ده،د ښو كارونو كول پکې څو ګرايه كېږي، ګناهونه له منځه وړي،د درجو د لوړاوي لامل ګرځي،دعا پکې قبلېږي،غوسې پکې لرې كېږي،غټې غوښتنې پکې پوره كېږي، زيات شمېر پکې د دوزخ له اوره لرې او ژغورل كېږي او څوك چې پردې ورځ دعا وكړي او حق او درناوى يې وپېژني؛نو خداى تعالى پر ځان لازموي،چې د دوزخ له اوره به يې لرې او ژغوري او كه د جمعې پر شپه يا ورځ مړ شي؛نو له دنيا به شهيد مړ شوی وي او خوندي به راپاڅي او څوك چې د جمعې ورځ سپكه وګڼي او درناوى يې ونكړى او حق يې پر ځاى نكړي؛ نو خداى پر ځان لازموي،چې د جهنم په اور كې به يې غورځوي؛خو دا چې توبه وكاږي[18]

روزي

ðد سبا د روزۍ غم مه خوره؛ ځکه هر ګهيځ خپله روزي راوړي[19] .

ðامانت روزي زياتوي او خيانت د بېوزلۍ لاملېږي[20] .

ðله كارغه درې خويونه زده كړئ: (۱) پټ كوروالى (۲) د روزۍ ګټلو لپاره ګهيځ پاڅېدل (۳) او احتياط[21] .

ðڅوك چې بل ته خواړه وركړي؛ نو د اوښ په كوپان كې د چړې تر ننووتو ژر يې روزي وررسي[22].

ðد غاښونو منځونه مو پاك كړئ ،چې دا چار روزي زياتوي[23] .

ðپه حقيقت كې انسان په ګناه كولو له روزۍ بې برخې كېږي[24] .

ðد صدقې په وركړه پر ځان روزي راكېباسئ[25] .

ðد روزۍ لاس ته راوړو ته واده وكړئ[26] .

ðڅوك چې لږې روزۍ ته ټيټ وګوري؛ نو پاک خداى يې له ډېرې روزۍ بې برخې كوي[27] .

ðخلكو! په حقيقت كې روزي وېشل شوې ده؛نو نه ښايي څوك له خپل حقه تېرى وكړي او له خپلې برخې زياته وغواړى؛نو ځكه روزي په ښه شان لاس ته راوړئ[28] .

ðد ورځې په سر كې خوب د بد اخلاقۍ او ناغېړۍ لامل ،غرمنی خوب نعمت، تر ماسپښين وروسته خوب حماقت او د ماښام او ماسخوتن د نمونځو ترمنځ خوب له روزۍ د بې برخې كېدو لامل دی[29] .

ðد چاچې روزي لږه او په ځنډ شوه؛نو بايد له خدايه بښنه وغواړي[30] .

ðد صدقې په وركړه،روزي راكېباسئ. ګهيځ پاڅېدل د بركت لامل دى، نعمتونه په تېره روزي زياتوي. ښېګڼه د روزۍ كونجي ده او ښه خبره روزي زياتوي[31] .

غوړي

ðغوړي وچوالى او غونجوالى له منځه وړي[32] .

د خوب ليدل

ðد خوب ليدل به دې يوازې هغه مؤمن ته وايې،چې له كينې او تېري لرې وي[33] .

ðپه اخره زمانه كې د مؤمن خوبونه ليدل ټول رښتيا كېږي او د چاچې خوب ډېر رښتيا وي؛نو خبره يې هم رښتيا وي او خوب ليدل درې ډوله دی: (۱) د خداى له لوري زېرى (۲) انسان،چې د ورځې په كوم فكر كې وي (۳) او د شيطان خپه كول؛نو خراب خوب مو چې وليد؛چا ته يې مه وايئ،راولاړ شئ او نمونځ وكړئ[34] .

ðخوب په درې ډوله دى: (۱) د خداى له لوري زېرى (۲) د شيطان له لوري غم وخپګان (۳) او څه چې انسان له ځان سره زمزمه كوي او په خوب كې يې ګوري[35] .

ðد رښتياوو ښه خوب د خداى له لوري يو زېرى او د نبوت يوه برخه ده[36].

ðعلي! څوك چې ويده شي؛نو روح يې خپل “نړۍ پال” ته ځي؛نو چا چې د خپل “نړۍ پال” پر وړاندې څه وكتل؛نو هغه حق دى،بيا ځواكمن او بريمن خداى يې روح بدن ته د ورستنېدو امر كوي او روح د ځمكې او اسمان ترمنځ ګرځي او څه چې دلته ګوري؛نو هغه د پرېشانۍ خوبونه دي[37] .

څوكۍ او مقام

ðڅوك چې علم ددې لپاره زده كړي،چې ناپوهان يې ژوند ورجوړ كړي او يا پر عالمانو ووياړي او يا خلك پر ځان راټول كړي،چې زه مو مشر يم؛ نو هستوګنځى يې جهنم دى؛ ځكه مقام او رياست يوازې له وړ سره يې ښايي؛ نو چا چې خلک پر ځان راټول كړل او ترده پوه پکې و؛ نو خداى به ورته د قيامت پر ورځ و نه ګوري[38] .

ðنرمي د حكمت بنسټ دى. پالونكيه! چا چې زما د امت د كوم څيز پازوالي پرغاړه واخسته او له امت سره يې نرمي وكړه؛ نو ته ورسره نرمي وكړې او چاچې زما له امت سره سختي وكړه؛ نو ته پرې سختي وكړې[39] .

ðكه د كوم امت پالندويي د داسې چا پرغاړه وي، چې تر هغه بل پوه او وړ هم وي؛ نو چارې به يې تر هغه په خورا ناوړه توګه ترسره كېږي، چې (حکومت ته) ډېر پوه وټاكي او ولايت ،رياست نه دى[40] .

ðالله پاك زما پالونكى دى او په شتون كې یې زه حكومت نلرم، زه یې استازی يم او زما په حضور كې هېڅوك د حكومت حق نلري او زه،چې د چا مولى يم؛نو علي يې هم دى او د هغه په شتون كې هېڅوك د حكومت حق نلري[41] .

ريا او د ځان مشهورول

ðدوزخ او دوزخيان د ريا كار له لاسه چغې وهي[42] .

ðجنت وايي: زه پر هر كنجوس او ريا كار حرام يم[43] .

ðخداى تعالى جنت په هر رياكار او رياكارې حرام كړی دى[44] .

ðپر لومړۍ ورځ د ولیمې وركړه سنت، پر دويمه ورځ ښه (كار) دى او تردې ډېره نو ريا او د ځان مشهورول دي[45]

ðخداى تعالى د رياكار دعا نه قبلوي[46] .

ðد رياكار درې نښې دي: (۱) د يوازېتوب پر مهال لټ او ناغېړه وي (۲) له چا سره،چې وي؛نو خړوب او تاند دى (۳) او دا يې ښه ايسي،چې په هر كار كې وستايل شي[47] .

ðريا كار څلور نښې لري: (۱) د خلكو په مخ كې د ښه كار پر كولو حريص وي (۲) چې ځان ته وي؛ نو لټېږي(۳) هر كارچې كوي؛ نو ښه يې ايسي،چې وستايل شي (۴) او په سختۍ ځان ښه ښيي[48].

ðڅوك چې د خلكو د ليدو او ښودانې لپاره نمونځ وكړي يا ځان پاك سوتره وښيي يا ريا ته روژه ونيسي او يا د نامه مشهورولو ته حج ته ولاړ شي او څوك چې ځانښوونې ته د پاک خداى کوم حكم ترسره كړي؛ نو مشرك دى او خداى د رياكار كړه وړه نه قبلوي[49] .

ðڅوك چې د خلكو په مخ كې داسې ځان ښيي، چې د خداى د احكامو له مخې كړه وړه ترسره كوي او په خلوت او ګوښه توب كې هغه څه كوي،چې د خداى ښه نه ايسي؛نو د قيامت پر ورځ به له خداى سره په داسې حال كې ليده كاته كوي ،چې خداى به ورته غوسه وي[50] .

ðڅوك چې ماڼۍ ريا او مشهورېدو ته جوړوي؛نو پاک خداى به يې د قيامت پر ورځ له اومې ځمكې تېروي،چې هغه بل اور دى او بيا هغه په غاړه كې يې وراچوي او جهنم ته يې غورځوي او د جهنم پر تل سربېره، پر ټولو عذابونو يې اخته كوي؛ خو دا چې توبه وكاږي. رسول اكرم وپوښتل شو: څرنګه ريا او شهرت ته ماڼۍ جوړوي؟ ورته يې وويل : له وسې پورته او داچې پر ګاونډيانو او وروڼو ووياړي[51] .

ðخداى ته د ذلت او خوارۍ د څادر له اغوستو پناه وغواړئ. رسول اكرم وپوښتل شو: دا څه دي؟ ورته يې وويل : دا په دوزخ كې ریاکارانو ته ځانګړې ځای دی، رياكار ته د قیامت پر ورځ داسې غږ كوي : فاجره! خيانتكاره! او رياكاره! كړه وړه دې له منځه ولاړل او ثواب دې پوپناه شو او ځه ولاړ شه او ثواب دې له هغه واخله، چې عبادت دې ورته كاوه[52] .

ðتاسې ته د ډېر ناوړه څيز په اړه وېرېږم،چې “وړوكى شرك” دی. اصحابو کرامو رسول اکرم وپوښت: وړوکی شرک څه ته وايي؟ ورته يې وويل: ريا وړوكى شرك دى. پاک خداى،چې د قيامت پر ورځ ټولو بندګانو ته د كړنو بدله وركوي؛نو ريا كارانو ته وايي : هغو ته ورشئ ، چې په دنيا كې مو ورته ريا كوله؛نو له هغوى بدله واخلئ ايا هغو درته بدله دركوي كه نه [53]؟

ðپېغمبر اكرم د قيامت له ورځې د ژغورنې په اړه وپوښتل شو. ورته يې وويل: په حقيقت كې ژغورنه په دې كې ده ،چې خداى و نه غولوئ؛ځكه هغه هم تاسې غولوي او څوك چې خداى غولوي؛نو په خپله غولېږي، ايمان يې له منځه ځي او ځان تېر باسي. وپوښتل شو: خداى يې څنګه غولوي؟ ورته يې وويل : چې خداى ورته د کوم کار حكم كړى ،بل ته يې كوي؛ نو له خدايه ووېرېږئ او ريا مه كوئ ؛ځكه ريا له خداى سره شرك دى او د قيامت پر ورځ رياكار ته داسې غږكېږي: كافره! فاجره! خيانتکاره! او زيانمنه! كړه وړه دې پوپنا او ثواب دې باطل شو، نن د ژغورنې لار نلرې؛ نو ولاړ شه او بدله دې له هغه وغواړه،چې كار دې ورته كاوه[54] .

ژبه

ðكه كوم څيز شوم وي ؛نوهغه به ژبه وي[55] .

ðد ژبې په ساتلو كې د انسان هوساېنه وي او چوپتيا د انسان د سلامتۍ او روغتيا لامل دى[56] .

ðپاک خداى ژبه داسې په عذابوي،چې د بدن نور غړي هغسې نه په عذابوي. ژبه وايي: پالونكيه! زه دې داسې پر عذاب كړم، چې نور دې زما په څېر پر عذاب نكړل؟ بيا ورته ويل كېږي: تا داسې خبره كړې، چې د ځمكې ختيځ او لويديځ ته ورسېده او له امله يې په حرامو وينه تويې شوه، مالونه لوټ شول او پر ناموسونو تېرى وشو،پر خپل عزت او جلال مې قسم،چې د بدن يو غړى مې هم دغسې په عذاب كړى نه دى[57] .

ðخداى دې پر هغه ولورېږي،كه خبره وكړي؛نو غنيمت يې وګڼي اوكه چوپ شي؛نو روغ رمټ پاتې شي. ژبه هغه څيز دى،چې ډېره د انسان په واك كې ده او پردې پوه شئ،چې ټولې خبرې د انسان پر ضد دي؛ خو د خداى ياد يا پر نېكيو امر اوله بديو منع يا د مؤمنينو ترمنځ جوړجاړى، بيا حضرت معاذ بن جبل (رض) وپوښتل: رسول الله (ص)! په خبرو هم نيول كېږو؟آنحضرت ورته وويل: داسې وخت راځي،چې خلك به پړمخې په اوركې لوېږي؛خو هغوى چې خپلې ژبې يې ساتلې وي؛نو څوك چې غواړي روغ رمټ پاتې شي،پر خپله ژبه دې څارن وي،چې څه پرې وايي[58].

ðد انسان ايمان هله سمېږي،چې زړه يې سم شي او زړه يې هله سمېږي، چې ژبه يې سمه شي؛ نو څوك چې غواړي، له خداى سره داسې ليده كاته وكړي،چې لاسونه يې د مسلمانانو له وينې او مالونو پاك وي او ژبه يې د هغوى له بې پته كولو خوندي وي؛نو هرومرو دې دا كار وكړي[59] .

ðكه كوم” شر” وي ؛نو هغه به پر ژبه كې وي[60] .

ðد هر ويونكي ژبه يو څارن لرى؛نو انسان بايد له خدايه وډارېږي او وګوري ،چې څه وايي[61] .

ðژبه دې وساته؛ځكه دا صدقه ده،چې ځان ته دې وركړې بيا يې وويل: انسان هله د ايمان پر حقيقت پوهېداى شي، چې خپله ژبه وساتي[62] .

ðد مؤمن ژغورنه د خپلې ژبې په ساتلو كې ده[63] .

ðكوم بنده،چې ځان څلوېښت ورځې د خداى لپاره مخلص او نږه كړ؛ نو خداى تعالى به يې د حكمت چينې له زړه څخه پر ژبه جاري كړي[64] .

ðبدغونى او بدژبى جنت ته نه ځي[65] .

ðمؤمن نه چا ته پېغور ورکوي، نه بد ژبى وي، نه کنځلې کوي او نه بد وايي[66] .

ðد قيامت پر ورځ د خداى پر وړاندې د مقام له پلوه هغه ډېر بد دى ، چې خلک ترې د بد ژبۍ له وېرې يې ځان ساتي (او له خبرو اترو يې تښتي)[67] .

ðښه او خوږه خبره (هم) يو ډول صدقه ده[68] .

ðڅوک چې راسره ژمنه وکړي، چې خپله ژبه اوعورت به ساتي؛نو زه ورسره د جنت ژمنه کوم[69] .

ðڅوک چې چوپ شو؛ نو ژغورل شوى دى[70] .

ðژغورنه په درېیو څيزونو کې نغښتې ده: د ژبې کابو کول، خپل کور خپل هستوګنځى کول او پر خپلو ګناهونو خداى ته ژړل[71] .

ðله بدانو سره تر ناستې ګوښي کېناستل غوره دي او له چا سره ښې خبرې اترې تر چوپتيا غوره دي او تر ناوړو خبرو اترو، چوپېدل غوره دي[72].

ðد انسان د اسلام کمال او ښه توب په دې کې دى،چې له بې ځايه او بې ګټو خبرو ډډه وکړي[73] .

ðچغلګراو خبرلېږدى جنت ته نشي تلاى[74] .

ð د انسان آرامي د خپلې ژبې په خونديتوب کې نغښتې ده[75] .

ðهغه دې خوښ وي،چې ژبه يې په واک کې وي او پر خپلو تېروتنو وژاړي[76] .

ð د بني آدم ډېرى ګناهونه پر ژبه کې نغښتل شوي دي[77] .

ð مؤمن نه چا ته پېغور ورکوي، نه بد ژبى وي، نه کنځلې کوي او نه بد وايي[78] .

ð هر ګهيځ د بدن ټول غړي په عاجزۍ ژبې ته وايي (د خداى بنده،پر موږ ولورېږه)او زموږ په اړه له خدايه ووېرېږه؛ځکه موږ په تا پورې تړلي يو،که ته ښه او سمه وې؛نو موږ به هم ښه او سم يو،که تېروتې؛نو موږ به هم تېروځو[79].

ð ژغورنه په درېیو څيزونو کې نغښتې ده:د ژبې کابو کول،خپل کور خپل هستوګنځى کول او پر خپلو ګناهونو خداى ته ژړل [80].

ð ما ته مې د اصحابانو يوه خبره هم مه کوئ؛ ځکه ښه مې ايسي،چې درسره په مخېدو کې يې د ټولو په اړه زړه پاک وي[81] .

ð اى چې پر ژبه مو ايمان راوړى؛ خو لا تر اوسه مو زړه ته نه دى ننووتى! د مسلمانانوغيبت مه کوئ او پټ عيبونه يې مه راسپړئ؛ ځکه که داسې وکړئ؛نو خداى به هم له تاسې سره همدغسې وکړي،چې د رسوايۍ او سپکاوۍ لامل به موشي[82] .

زكات

ðزكات ګناهونه له منځه وړي[83] .

ðزكات چې ورنکړ شي؛ نو ځمكه (له خلكو) خپل بركتونه منع كوي[84] .

ðڅوك چې د خپلې مېرمن مهر او هم د خپل مال فرضي زكات وركړي؛ نو كنجوس نه دى[85] .

ð واقعي كنجوس هغه دى،چې د خپل مال فرض زكات نه وركوي[86] .

ðڅوك چې خپل زكات وركړي؛نو مال يې زياتېږي[87] .

ðزما امت به تر هغه په خير او ښو وي، چې يو له بل سره خيانت ونكړي او امانت خپل خاوند ته وسپاري او زكات وركړي او كه داسې يې ونكړل؛ نو پر سوکړې او كمبودۍ به اخته شي[88] .

ð ډېرسخي هغه دى،چې د خپل مال زكات وركړي[89] .

ðروژه د بدن زكات دى[90] .

ðد كوم مال،چې زكات ورنكړ شي؛ نو ملعون دى[91] .

ðايمان د شرك پاكوونكى او نمونځ له كبره لرېوالى دى او زكات د روزۍ د زياتېدو لامل ګرځي[92] .

ðزكات د اسلام ګومبزه (طاق) دى[93] .

ðپه وچه او سمندر كې يو مال هم نه پوپنا كېږى؛خو دا چې زكات يې ور نكړ شي؛نو مالونه مو په زكات خوندي كړئ، ناروغان مو په صدقه درمل كړئ او په دعا د بلاوو ډولونه لرې كړئ[94] .

ðڅوك چې له دې شپږو چارو، يو هم ترسره كړي؛ نو دا كړه هڅه كوي، چې كوونكى يې جنت ته ننباسي او وايي: پالونكيه! دې وګړي په دنيا كې زه كړى يم، كړنې دا دي: زكات ،حج ، روژه ، د امانت وركړه او خپلوۍ پالنه[95] .

د چا نمونځ نه قبلېږي

ðد اتو تنو نمونځ نه قبلېږي:(۱) تښتېدلى مريى،چې خپل خاوند ته نه وي راستون شوى. (۲) هغه ناکاره ښځه،چې مېړه يې پرې غوسه وي (۳) څوك چې د زكات د ورکړې خنډ ګرځي(۴) څوك چې اودس نه كوي (۵) بالغه ښځه،چې بې ستره نمونځ كوي(۶) د هغه جماعت امام ،چې په ناخوښۍ او زور ورپسې نمونځ كوي (۷) هغه چې د خپلو تشو او ډكو متيازو مخه نيسى (۸) او مست .[96]

 ځمكه

ðڅوك چې ونه وكري يا څاه وباسي يا شاړه ځمكه اباده كړي؛نو د خداى او د هغه د استازى پور به يې وركړى وي[97] .

ðڅوك چې په ناحقه كومه ځمكه غصب كړي؛ نو د قيامت پر ورځ مؤظف دى،چې خاوره يې تر محشره په اوږو يوسي[98] .

ðځمكه مې ځان ته د سجدې ځاى او پاكوونكې كړې ده[99] .

تېرى– ظلم

ðظلم او تېرى د مړانې آفت دى[100] .

ðكه يو غر پر بل تېرى وكړي؛نو پاك خداى ظالم غر پوپنا كوي[101] .

ðله ظلمه ډډه وکړئ ؛ځکه ظلم د قيامت د ورځې تيارې دي[102] .

ðپر هغه ظالم د خداى غضب زښت ډېر وي،چې پر داسې چا تېرى کوي، چې بې له خدايه بل ملاتړ نلري[103] .

ðد ظلم عاقبت تر هر څه ډېر ګړندى دى [104].

ðد درېیو ګناهونو سزاګانې تر آخرته نه ځنډېږي او چټكې رارسي: (۱) څوك چې موروپلارعاق كړى وي. (۲) پر خلكو تېرى (٣) او ناشكري[105] .

ðله ظلمه ډډه وكړئ،چې د قيامت د ورځې تپې تيارې ورسره ملې دي[106] .

ðظلم د لیپخورۍ – پښېمانۍ لامل دى[107] .

ðله ظلمه ډډه وكړئ؛ځكه زړونه مو ويجاړوي[108] .

ðظلم پردې څيروي[109] .

ð[په قيامت كې] مظلوم د ظالم له دينه له هغې اندازې ډېر غواړي، چې ظالم د مظلوم له دنيا اخستي و[110].

ðخداى تعالى ظالم ته دومره مهلت وركوي،چې له ځان سره ووايي: د خداى هېر شوى يم؛ خو چې وخت يې راشي؛نو ناڅاپه يې په سخت عذاب اخته كوي[111] .

ðڅوك چې ګهيځ راپاڅي او پر نورور د تېري هوډ ورسره نه وي؛ نو پاک خداى يې تېر ګناهونه بښي[112] .

ðدا غوره جهاد دى،چې څوك ګهيځ راپاڅي او پر چا د تېري هوډ ورسره نه وي[113] .

ðډېر ژر به ظالمان د خپل ظلم پايله وويني،ظالم لعنت او سخت عذاب ته او مظلوم د خداى مرستې او ثواب ته سترګې پر لار وي[114] .

خداى چې له بنده خوښ شي

ðخداى (ج) وايي: مسلمان ته چې د دنيا او اخرت دواړو ښېګڼې وغواړم؛ نو ورته عاجز زړه ، د خداى په ياد بوخت زړه ، د کړاوونو پر وړاندې زغمناک بدن او داسې مېرمن ورکوو،چې په ليدو يې خوښېږي او مال او ځان يې خوندي ساتي[115] .

د بدمرغۍ نښې

ðد بدمرغۍ نښې دادي: (١) وچ سترګي (٢) سخت زړي (٣) د شتمنۍ لاس ته راوړو ته ډېر حرص (٤) او پر ګناه ټينګار[116].

آفتونه

ðچې کله آفتونه او ستونزې راکېوځي؛ نو جوماتيان ترې خوندي ژغورل کېږي[117] .

ðوياړ او ځانمني د کورني شرافت آفتونه دي[118] .

ðدروغ د خبرو آفت دى، هېر د علم آفت دى. سستي د عبادت آفت دى. ښاڅمني – تکبر د ښکلا آفت دى. منت د بخشش آفت دى. د مړانې آفت ظلم دى او کينه د علم آفت دى[119] .

ðپاک خداى چې کوم بنده د کورنۍ، شتمنۍ او اولاد له نعمته برخمن کړى وي او وايي: ((ماشاء الله لاقوة الابالله ))؛نو بې له مرګ بل هيڅ آفت به پکې ونه ويني[120] .

پنځون

ðمتعال خداى يوه ډله په خپل رحمت له خپل رحمته، پر نورو د رحمت لپاره پيدا کړه او ځانګړنه يې دا ده، چې د خلکو اړتياوې به لرې کوي؛ نو څوک چې کړاى شي له هغوی اوسي؛نو دغسې چارې دې کوي[121] .

ښوونه

ðڅوک چې نورو ته د قرآن د ښوونې لپاره څه مزدوري تر لاسه کړي ؛ نو همدا يې د قيامت د ورځې بدله ده[122] .

ðد ښووند يا پوهې په غونډه کې د جاهليت د پېر په څېر خپاره واره مه کېنئ؛بلکې مخکى ولاړ شئ او په يو بل پسې کېنئ[123] .

ðد ښو چارو ښووند ته له خدایه پر ځمکه څاروي،په سمندر کې کبان، په هوا کې شته ژوي، اسمانوال او ځمکوال بښنه غواړي او ښووند او زده کړیال په بدله کې يو برابر دي[124] .

ð علي زما د سنتو راژوندى کوونکى،زما د امت ښووند، زما حجت، تر ما وروسته غوره ځايناستى،زما د اهلبيتو مشر او ما ته ډېر ګران دى[125] .

ðڅوک چې چا ته کومه مسئله وروښيي؛نو خاوند شوى به يې وي؛ نو رسول اکرم وپوښتل شو: هغه پلورلای شي؟ آنحضرت ورته وويل: نه خو پر نېکيو امر او له بديو يې منع کولاى شي[126] .

ðڅوک چې د علم د زده کړې لپاره ددې لپاره له کوره ووځي،چې په پوهې باطل پر حق واړوي(باطل له منځه يوسي او حق يې ځايناستى کړي) يا بېلارى پرې سمې لارې ته راکاږي؛ نو دا کار يې لکه د يو نمنځچاري – عابد څلوېښت کاله عبادت دى[127] .

لاسباړه – مزدوري

ðکارګر ته د مزدورۍ نه ورکول،له سترو ګناهونو دي[128] .

ðخداى تعالى د قيامت پر ورځ ټول ګناهونه بښي؛خو چا چې د خپلې ښځې مهر نه وي ورکړى او چا چې د مزدور، لاسباړه خوړلې وي او څوک چې ازاد انسان وپلوري (؛نو دا ګناهونه نه بښل کېږي[129]) .

ځانګړې اجازه

ðيو شمېر يهوديان رسول الله (ص) ته راغلل او پوه يې ترې وپوښتل : هغه اوه کومې اجازې دي،چې پاک خداى په پېغمبرانو کې تا ته او په امتونو کې يوازې ستا امت ته ورکړې دي. ورته يې وويل: خداى ماته د فاتحې سورت، اذان، په جومات کې په جمعه نمونځ کول، د جمعې ورځ، پر مړي د جنازې نمونځ کول، په جهر د ګهيځ، ماښام او ماسخوتن د نمونځونو کول راډالۍ کړي او زما امت ته يې اجازه ورکړې،چې د ناروغيو او سفر (د شرايطو په پامنيوي) پر مهال فرضي عبادات سپک ترسره کړي او د امت ګناهګاران مې له شفاعته برخمن شي[130] .

احتکار

ðڅوک چې تر څلوېښتو ورځو زيات خواړه احتکار کړي؛ نو د جنت بوى پرې حرامېږي،حال دا چې د جنت بوى د پينځو سو کلو واټنه بوى کېږي[131] .

ðورهڼګر – کاسب له روزۍ برخمن دى؛خو محتکر د خداى له لعنته[132] .

ð رسول الله (ص) احتکار حرام او پر محتکر يې لعنت ووايه او ويې ويل: هغه ملحد دى، چې د مسلمانانو په بازار کې احتکار کوي[133].

ðڅوک چې مال د ګرانېدو لپاره 40 ورځې احتکار کړي؛خداى ترې بېزاره دى .[134]

ðسوداګرو! سر مو جګ کړئ! لار مو روښانه ده، تاسې ټول به د قيامت پر ورځ فاسق او خيانت کوونکي راپاڅېږئ؛ خو هغوى، چې ريښتينولي يې په سوداګرۍ کې جامه کړې وي[135].

ðخداى تعالى بندګان لري،چې هغوى ته يې نعمت وربښلى او تر هغه چې بښنه لري؛ نو نعمت به يې په لاسو کې وي او هغه مهال، چې بخيلان شي؛ نو نعمت به ترې واخستل شي او نورو ته به ورکړل شي[136].

ðڅوک چې سود وخوري؛ نو خداى به يې د خوړلې سود هومره ګېډه د دوزخ له اوره ډکه کړي او که چېرته شتمني ترې وساتي؛نو خداى به يې يو عمل هم قبول نکړي او تر هغه چې يو پوټى سود ورسره وي؛نو خداى او پرښتې پرې لعنت وايي[137].

اخلاص

ðهر حق ته يو حقيقت وي او بنده هله د اخلاص حقيقت ته رسېداى شي، چې د کړې چار له امله يې ښه نه ايسي، چې وستايل شي[138].

ðکه بنده څلوېښت ورځې د خداى لپاره اخلاص وکړي؛نو پر ژبه به يې له زړه څخه د حکمت چينې راوبهېږي[139] .

ðجبرييل راته د “صفا” او “مروه”د غرونو په منځ کې راغى او ويې ويل: ((محمده! ستا د امت پر هغه چا دې خوښې وي،چې د اخلاص له مخې ووايي : بې له “الله” بل “خداى او معبود” نشته[140].))

ښه خوى

ðد قيامت پر ورځ چې د انسان کړنې تلل کېږي؛ نو ښه خوى به يې خورا دروند وي[141] .

ðکه څوک د پښو له نوکه د تندي تر وېښتانو له ګناه ډک وي؛ خو که (لاندې) څلور خويونه ولري؛نو پاک خداى به يې ګناهونه پر ثواب واړوي.(١) رښتيا ويل (٢) حيا (٣) ښه خوى (٤) او شکر[142].

ðښه خوى نيم دين دى[143] .

ðنېک خويه وسئ؛ ځکه ددې ځانګړنې خاوند هرومرو جنتي دى. له بد خویۍ ځان وژغورئ؛ ځکه بدخويه هرومرو دوزخي دى[144] .

ðانسان زياتره په “الهى تقوا” او “ښه خوى”جنت ته ننوځي[145] .

ðښه خوى، د خوړو ورکړې او د مسلمانانو د وينې ساتنې ته ايمان وايي[146] .

ðد خداى د ولي خټه له سخاوت او ښه خوى سره اغږل شوې ده[147] .

ðد ښه خوى خاوند،د نمنځچاري – عابد روژه تي په څېر ثواب وړي[148] .

ðپوه شه،چې ښه خوى ګناهونه داسې له منځه وړي؛لکه لمر،چې يخ ويلي کوي او بد اخلاقي، ښې چارې داسې پو پناکوي؛لکه سرکه،چې شات خرابوي[149] .

ðپاک خداى بد خویه انسان ته د توبې د توفيق له ورکړې ډډه کوي. وپوښتل شو: څرنګه يا رسول الله (ص)؟ ورته يې وويل: توبه چې وکاږي ؛ نو تر مخکېنۍ ګناه ډېره غټه ګناه کوي[150] .

ðناوړه خوى د بداخلاقه سړي د پوزې پېزوان دی، چې واګې يې د شيطان په لاس کې دي، د بديو لوري ته يې راکاږي او بدي هغه په دوزخ کې غورځوي[151] .

ð په مؤمنانو کې هغه تر ټولوغوره دى،چې خوى يې تر نورو ښه وي[152] .

ð د قيامت پر ورځ د کړنو په تله کې تر ټولو دروند څيز ښه خوى دى[153] .

ðپه تاسې کې د ايمان له پلوه تر ټولوغوره،د ښه خوى خاوند دى[154] .

ð ښه خوى مينه زياتوي[155] .

ðد کړنو په تله کې، تر ښه خوى درانده بل څه نشته [156] .

ðبېشکه چې خداى رفيق او نرم چلنه دى او په هر کار کې نرمي خوښوي[157] .

ð مؤمن په ښه خوى د شپې د تهجد کوونکيو او همېشنيو روژه تيانو مقام ته رسي[158] .

ð زه مبعوث شوى يم، چې (په ټولنه کې) اخلاقي ځانګړنې د کمال تر بريده ورسوم[159] .

ðد ښه خوى خاوند تر ټولو بشپړ مؤمن دى[160] .

ادب

ðښه ادب د سليم عقل شتون راښيي[161] .

ðتر ادب ښه ميراث نشته[162] .

آذان

ðد چا چې اولاد وشي ؛نو په ښي غوږ کې دې ورته اذان او په کېڼ کې دې ورته اقامه ووايي،چې له شيطانه خوندي وي[163] .

ميراث

ðوژونکى،چې د وژل شوي وارث وي؛نو ميراث يې نشي وړاى[164] .

ðکه د لوی لاس د وژنې ديه (بيه) واخستل شي؛نو دا د نورو مالونو په څېر په ارث کې شمېرل کېږي[165] .

واده

ðڅوک چې غواړي زما په څېر وي ؛نو زما د سنتو لاروي دې وکړي او يو سنت مې واده دى[166] .

ðڅوک چې واده وکړي؛نو نيم دين يې ساتل کېږي او د نيم نور لپاره دې له خدايه ووېرېږي[167] .

ðله خپل سيال سره واده او کوروالى وکړئ او خپل څاڅکي ته وړ ځاى غوره کړئ[168] .

ðپه واده روزي ولټوئ [169] .

اسلام او د مسلمانانوحقوق

ðد مسلمانانو له حقوقو يو دا هم دى،چې که څوک په سفر وځي؛نو خپل دوستان دې خبر کړي او د دوستانو له حقوقو دادي،چې د راستنېدو پر وخت دې ليدو ته يې ورشي[170] .

ðله مسلمان ورور سره د سړي دوستي په درېیو ځانګړنو ولاړه ده:(١) په ورين تندي ورسره ليده کاته کوي(٢) په غونډه کې ځاى ورکوي (٣) او په ډېر غوره نوم يادوي يې[171] .

ðڅوک چې د خپل مسلمان ورور په خبرو کې ولوېږي، داسې به وي؛ لکه چې پرمخ يې وهلى وي[172] .

ðڅوک چې د خپل مسلمان ورور کور ته ورننوځي،تر راوتو پورې پرې امير وي[173] .

ðد چا چې له مسلمان ورور سره دوستي وي؛ نو لازم ده، چې نوم، د پلار نوم، ټبر نوم او د کورنى نوم ترې وپوښتي؛ځکه واجب حق او سمه وروري،ددې څيزونو پوښتل دي او که داسې ونکړي؛نو پېژندګلو او پوهه يې احمقانه ده[174] .

ðد مړ مسلمان درناوى،د ژوندي مسلمان په څېر دى[175] .

ðپر يو بل د مسلمان له حقوقو يو دا(هم ) دى،چې که تر څنګ يې کېني؛نو ځاى ورکوي[176] .

ðڅوک چې د مسلمان ورور کتو يا پوښتنې ته ورشي؛نو پاک خداى ورته وايي: ښه راغلې او جنت دې هستوګنځى دى[177] .

ðکه د خپل مسلمان ورور زړه دې خوشحاله کړ؛نو بښنه دې واجبېږي[178] .

ðڅوک چې په وسله خپل مسلمان ورور وګواښي؛نو د پرښتو لعنت دې ورباندې وي،چې وسله يې نه وي لرې کړي[179] .

ðد مسلمان پر يو بل له حقوقو دي چې:(١) د ليدو پر وخت د سلام اچول (٢) د پرنجي پر وخت ورته د روغتياهيله کول(٣) که ناروغ شي پوښتنې ته يې ورتلل (٤) بلنه يې ومني(٥)چې مړ شي شهادت پرې ورکړي (٦) څه چې ځان ته خوښوي،هغه ته يې هم خوښ کړي (٧) او چې ورسره حاضر نه و؛ نو خير يې وغواړي[180] .

ðڅوک چې خپل مسلمان ورور ته عفوه وکړي او ترې تېر شي؛نو پاک خداى به له ده تېر شي[181] .

د خوړو ورکړه

ðڅوک چې نورو ته خواړه ورکوي؛نو خداى تعالى يې هرومرو بښي[182] .

ðيوه سړي رسول اکرم وپوښت: کوم کار تر نورو غوره دى؟ ويې ويل : د خوړو ورکړه او غوره خبرې کول [183].

ðښه خوى، د خوړو ورکړه او د وينې د تويېدنې مخنيوي د ايمان يوه برخه ده[184] .

ðجنت د مبارک حج بدله ده. رسول اکرم وپوښتل شو: مبارک حج څه دى؟ ورته يې وويل:غوره خبرې کول او د خوړو ورکړه [185].

ðخداى تعالى وايي: څوک چې په مړه ګېډه وېده شي او مسلمان ورور يې وږى وي؛ نو پر ما يې بیخي ايمان نه دى راوړى[186] .

ðقسم پر خداى،چې د مؤمن د اړتيا لرې کول تر روژې نيولو او يوې مياشتې اعتکافه ښه دى[187] .

[1] ( مستدرك الوسايل ۱۰ \ ۳۷۴)

[2] (مستدرك الوسايل ۱۲\ ۲۲۰)

[3] ( الكافي ۲ \ ۱۲۵)

[4] ( مستدرك الوسايل ۱۰ \ ۳۷۴)

[5] (من لايحضره الفقيه ۲\ ۲۲۱)

[6] (مستدرك الوسايل ۷\۳۵۴)

[7] ( ثواب الاعمال : ۲۵۶)

[8] ( الكافي ۵\۸ )

[9] ( الاحاديث الطول للطبراني : ۱۰۶مخ )

[10] ( الكافي۴\۶۷)

[11] ( بحارالانوار ۹۳\ ۱۷۵)

[12] ( بحارالانوار ۱۰۱\ ۲۷۴)

[13] ( الكافي ۳\ ۱۴۸)

[14] (عوالي الآلي ۱\ ۷۵)

[15] ( من لايحضرالفقيه ۱\۵۴۴)

[16] ( الكافي ۴\۶)

[17] ( وسايل الشيعة ۷\۳۸۱)

[18] (الكافي ۳\ ۴۱۴)

[19] ( بحار ٧٧/٦٧)

[20] (الكافي ۵\۱۳۳)

[21] ( وسايل الشيعة ۲۰\۱۳۳)

[22] ( وسايل الشیعة۲۴\۲۹۱)

[23] (وسايل الشیعة ۲۴\۴۲۲)

[24] (مستدرك الوسايل ۵\ ۱۷۸)

[25] (قرب الاسناد:۵۶مخ )

[26] (مستدرك الوسايل۱۴\ ۱۷۳)

[27] ( فقه الرضا : ۳۳۸ )

[28] ( مستدرك الوسايل ۱۳ \ ۲۹ )

[29] (مستدرك الوسايل ۵\ ۱۱۳)

[30] (بحارالانوار ۴۶\ ۲۰۱)

[31] ( بحارالانوار ۷۳\۳۱۸)

[32] ( مكارم الاخلاق : ۷۱\)

[33] ( الكافي ۸ \ ۳۳۶)

[34] (بحارالانوار ۵۸\ ۱۸۱)

[35] ( بحارالانوار ۵۸\۱۹۱)

[36] ( بحار ۵۸\۱۹۲)

[37] ( روضة الواعظين ۲\۴۹۲)

[38] ( الاختصاص : ۱۵۱)

[39] ( عوالي الا للي ۱\ ۳۱۷)

[40] ( بحار ۳۱\۴۱۷)

[41] ( كنزالفوائد ۱\۳۳۲)

[42] (بحارالانوار ۲۹ \۳۰۵)

[43] (بحارالانوار ۶۹\۳۰۵)

[44] ( مستدرك الوسايل ۱\ ۱۰۶)

[45] . ( الكافي ۵\۳۶۸)

[46] ( الجعفريات : ۱۷مخ )

[47] (بحارالانوار ۶۹\۲۰۶)

[48] ( بحار ۱\ ۱۲۲)

[49] (تفسيرالقمي ۲\۴۷)

[50] ( قرب الاسناد: ۴۵)

[51] (الامالي للصدوق : ۴۲۶)

[52] ( مستدرك الوسايل : ۱\ ۱۰۶)

[53] ( عدة الدا : ۲۲۸ )

[54] ( تفسير العياشي ۱\ ۲۷۳)

[55] ( الكافي ۲\ ۱۱۶)

[56] ( مستدرك الوسايل ۹\ ۳۰)

[57] ( الكافي ۲\ ۱۱۵)

[58] ( اعلا م الدين : ۳۳۵)

[59] (عوالي الاللي ۱\۲۷۸)

[60] ( بحار ۶۸\ ۲۸۹)

[61] ( بحار ۶۸\۲۷۷)

[62] (الكافي ۲\ ۱۱۴)

[63] ( الكافي ۲\ ۱۱۴)

[64] (بحارالانوار ۶۷\ ۲۴۲)

[65] ( ابوداوود)

[66] (ترمذي)

[67] (بخاري– مسلم )

[68] ( بخاري )

[69] ( بخاري )

[70] (ترمذي–احمد- الدارمي– بيهقي)

[71] (احمد –ترمذي)

[72] ( بيهقي )

[73] ( مالک،احمد،ابن ماجه،ترمذي،بيهقي)

[74] ( بخاري –مسلم )

[75] (ميزان: ١٧٨٨ح )

[76] ( کنز ١٥/٧٢٧)

[77] ( مجمع الزوائد ١٠ /٢٩٩)

[78] (ترمذي)

[79] (ترمذي)

[80] ( احمد –ترمذي)

[81] (ابوداوود)

[82] (ابوداوود)

[83] ( المحاسن۱\ ۲۸۶)

[84] (الكافي۳\۵۰۵)

[85] ( معاني الاخبار: ۲۴۵)

[86] (الكافي ۴\ ۴۶)

[87] (تهذيب الاحكام ۴\ ۱۱۲)

[88] ( صحيفة الرضا : ۴۳مخ )

[89] (اعلام الدين: ۳۲۲)

[90] ( من لايحضر الفقيه ۲\ ۷۵)

[91] (الكافي ۲\ ۲۵۸)

[92] ( جامع الاخبار: ۱۲۳)

[93] ( مستدرك الوسايل ۷\۱۰)

[94] ( الجعفريات : ۵۳)

[95] ( الامالي للمفيد : ۲۲۷)

[96] ( الحضال ۲\۴۰۷)

[97] ( الكافي ۵ \ ۲۸۰)

[98] (تهذيب الاحكام : ۶\۲۹۴)

[99] (وسايل الشيعة ۳\۳۵)

[100] ( الحضال ۲\ ۴۱۶)

[101] (الجعفريات : ۱۴۷)

[102] ( کافي ٢/ ٣٣٢)

[103] ( کنز: ٧٦٠٥ح)

[104] (الحضال ۱\۱۴)

[105] ( الامالي للمفيد: ۲۳۷)

[106] ( الكافي ۲\ ۳۳۲)

[107] ( مستدرك الوسايل ۱۲\۱۰۳)

[108] (صحیفة الرضا ۷\۴۸)

[109] ( مستدرك الوسايل ۱۲\۳۳۴)

[110] (اعلام الدين : ۱۷۴مخ )

[111] ( كنزالفوايد :۱۳۵)

[112] ( الكافي ۲\ ۳۳۲)

[113] (مستدرك الوسايل . ۱۲ ۹۶)

[114] ( مستدرك : ۱۲\ ۹۹)

[115] ( الکافي ٨\٨١)

[116] (الجعفريات : ١٦٨مخ )

[117] ( مستدرک الوسائل ٣\٣٥٦)

[118] ( الکافي ٢\٣٢٨)

[119] ( الکافي ٢\ ٣٢٨،تحف العقول:١٠ )

[120] ( المحاسن ١\ ١٦)

[121] (مستدرک الوسايل ١٢\٤٠٢)

[122] ( تهذيب الاحکام٦\٣٧٦)

[123] (مستدرک الوسايل٨\٤-٣)

[124] (بحارالانوار ٢\ ١٧)

[125] ( بحارالانوار ٢٨ \٢٢١)

[126] ( عوالي الاللي ٤\ ٧١)

[127] ( بحارلاانوار : ١\١٨١)

[128] (مستدرک الوسايل ١٤\٣١)

[129] ( الکافي ٥\٣٨٢)

[130] (الاختصاص : ٣٩ مخ )

[131] ( مستدرک الوسايل١٣\٢٧٣ )

[132] (الاستبصار ٣\١١٤)

[133] (الطباطبايي محمد حسين؛محمد في مراه الاسلام :83 مخ.

[134] ابن عبد ربه؛ العقدالفريد:5 ټوک،119مخ، دارالکتب العلميه بيروت ،1987م.

[135] قطب محمد علي؛ نظام الاسلام السياسي : مطبعه الوفا مصر،1406 ه،ق _1986 م ..

[136] السنهوري عبدالرزاق؛ فقه الخلافه :39 مخ،الهيته المصريه للکتاب، 1989 م..

[137] بدوى عبدالرحمان؛دورالعرب في تکوين الفکر الاروبي :5 مخ. لويس برنارد؛ اهتمام الانګليز بالعلوم العربيه : 4_3 مخونه.

[138] (مستدرک الوسايل ١\١٠١)

[139] ( بحارالانوار ٦٧\٢٤٢)

[140] ( ثواب الاعمال ٥مخ )

[141] ( الکافي ٢\٩٩ )

[142] (الکافي ٢\١٠٧)

[143] ( وسائل ١٢ \ ١٥٤)

[144] (وسايل١٢ \ ١٥٢)

[145] (الکافي ٢\ ١٠٠)

[146] (وسايل ٢٤\ ٢٩٠)

[147] (مستدرک الوسايل ٧\١٣)

[148] ( الکافي ٢\١٠٠)

[149] ( بحارالانوار ٧٢\ ٣٢١ )

[150] ( بحارالانوار ٧٠ \ ٢٩٩ )

[151] ( مستدرک الوسايل ١٢\٧٦)

[152] (ابوداوود -الدارمي )

[153] (بيهقي)

[154] (تحف العقول: ٤٥مخ)

[155] ( مشکاة الانوار: مخ ٧٠ )

[156] ( عيون اخبارا لرضا ٢/٣٧ )

[157] ( کنز: مخ ٥٣٧٠)

[158] ( ابوداوود )

[159] (الموطا- احمد )

[160] ( ابوداوود – الدارمي)

[161] ( ارشادالقلوب ١\١٩٩)

[162] ( دنهج البلاغې شرح ١٠ \ ١٢٢ )

[163] (مستدرک الوسايل ١٥\١٣٧)

[164] (الکافي ٧\١٤١)

[165] ( تهذيب الاحکام ٩\ ٣٧٧)

[166] ( الکافي ٥\٤٩٦)

[167] ( الکافي ٥\٣٢٨)

[168] ( الکافي ٥\٣٣٢)

[169] ( مستدرک الوسايل ١٤\١٧٣)

[170] ( الکافي ٢\١٧٤)

[171] ( الکافي ٢\٦٤٣)

[172] ( مشکاة الانوار ١٨٩مخ )

[173] ( الکافي ٢\٦٥٩)

[174] ( مصادقة الاخوان : ٧٢)

[175] (تهذيب الاحکام : ١\٤١٩)

[176] ( مکارم الاخلاق : ٢٥مخ )

[177] (مستدرک الوسايل :١٠ \٥٨١)

[178] (کشف الغمه ١\٥٨١)

[179] (النوادر للراوندي : ٣٣مخ )

[180] (الاختصاص٢٣٣مخ )

[181] ( مستدرک الوسايل ٩ \٧ )

[182] (الکافي ٤\٥٢)

[183] (الماحسن ۱/ ۲۹۲)

[184] ( بحارالانوار ٦٧\٣٩٢)

[185] (عوالي الاللي ٤\٣٣ )

[186] (بحاالانوار ٧١\٣٨٤)

[187] ( مصادقة الاخوان:۴۲ )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!